"د افغانستان نومهالي ادبیات"

فولکلور پېژندنه (۴)

ویشنه:ځېل پېژندنه


څېړونکی : دکتور محمد داود وفا 



                                                                                                    څلورم څپرکی

                                                                                                    عام ژانرونه 



د فولکلوري ادب ژانرونه

علوم او فنون د ښې پېژندنې لپاره په بېلا بېلو څانګو وېشل کېږي. فولکلور هم د سيستماتيکې پېژنې او بېلونې لپاره دغه ډول وېش ته اړ دی. خو موږ دلته ټول فولکلوري اړخونه، په ژانر پېژندنه او ټاکنه کې تر پېژندنې لاندې نه شو راوستی. يوازې هغه برخې پېژنو، چې يا مخامخ په ادب پورې اړه مومي او په هنري ارزښتونو کې د پښتنو د ژوند بېلابېلې برخې راښيي او يا دغو ارزښتونو ته ډېر نژدې دي. 

 

دغه ډول ادبي ايجادات بايد په لاندې توګه ووېشو :

۱.منظوم فولکلوري ژانرونه ([1])

منظوم فولکلوري ژانرونه، دوه ډوله وړاندې کولی شو: 

۱. عام ژانرونه 

۲.خاص ژانرونه 


عام ژانرونه

 

د پښتو ولسي ادب عام منظوم ژانرونه هغه دي، چې ویونکی یا شاعر یې معلوم نه وي. د یوه ادبي اثر د ایجاد ځای، شخص، حالت او څرنګوالی څرګند نه وي. دا ژانرونه د ټولو ګډ ملکیت ګڼل کیږي. دا د هغو ولسي خلکو احساسات راښيي، چې سواد نه لري او د ادبي پوهنو په اړه خو بیخي په څه نه پوهيږي، بلکې د پېښو په وخت د هغو د احساساتو د څرګندونې یوازې یوه وسیله ګرځېدلې وي. په دغو کې منظومې او منثورې برخې دواړه راتلی شي، لکه په منظومو کې دا ژانرونه: لنډۍ، کاکړۍ، سروکي، نارې، پړاکي(لنډکۍ)، فالونه، د ښادۍ سندرې، د میندو سندرې، د ماشومانو سندرې، کیسې یا اړ، متلونه.... او په منثورو کې، فولکلوریکې کیسې، لطیفې او د ولسي نندارو په وخت شفاهي روایتونه.

دلته به عام فولکلوري ژانرونه اوس وپېژنو.


لنډۍ

 

لنډۍ دپښتو ګړني ادب نامتو او مهم ډول دی، لنډۍ ته ځينې وخت، ټپه او مسره هم ویل کیږي.

لنډۍ یوازې یو بیت وي، چې لومړۍ مسره یې نهه څپې (سیلابونه) او دویمه یې دیارلس څپې وي. لنډۍ په همدغه یو بیت کې هم -چې دشکل له مخې ترټولو وړوکی ګڼل شوی- یوه پوره کیسه ځایولی شي. په نورو ژبو کې دغه ډول  منظومه وینا تراوسه نه ده لیدل شوې. له دې امله د پښتنو او ناپښتنو له خوا ځانګړی پام وراوښتی. بله خوا لنډۍ د لرغونتوب له پلوه هم د ارزښت وړ ګڼل شوې. ویل کیږي دپښتو دمنظومو ګړنیو ادبیاتو پیل له همدغه لنډیو شوی او داسې لنډۍ کتل شوي، چې لرغونې ماناګانې یې لاهم ساتلي او د پښتون ولس د پېژندګلوۍ، لرغونتوب او اروايي احساساتو استازي په کې کتل کېدی شي.

د لنډیو مهمه ځانګړنه ځانته والی یا انفرادیت دی، یعنې په یوازيني یوه بیت کې هرڅه ځايوي؛ د یوې ښې، یا بدې پېښې پوره کیسه په کې راغلي وي. که څوک وغواړي، یوه اوږده کیسه یوازې په یوه لنډۍ کې بیان کړي، داکېدی شي. داد لنډیو قوت، عظمت او انفرادیت راښيي. بل لوري ته لنډۍ ځانګړی جذابیت او شعریت هم راښيي، د لنډۍ لومړنۍ مسره یا لنډه منظومه برخه او بیا ورپسې اوږده دیارلس څپيزه مسره چې کله دواړه یوځای شي او ولوستل شي، اورېدونکو او لوستونکو ته یو قدرتي او طبيعي خوند  ورپه زړه کوي، یوه ځانګړي اهنګ او وزم ته یې بیايي، چې کله خویې تشریح کوی هم نه شي او بیا چې ورسره په اهنګینه ژبه یوه په زړه پورې کیسه هم ورپه زړه کړي، نو په زړونو داسې اغېز کوي، چې بل داسې شعر او منظوم کلام دادنده هیڅکله دغه شان نه شي ترسره کولی، یا لږترلږه تراوسه یې نه ده ترسره کړې. او داچې د نړۍ په نورو ژبو کې یې مثال نه شته، نو د لنډیو نړۍ والتوب او په زړه پورې والی یې ناپښتنو ته هم په زبات رسولی دی.

لنډۍ زیاتره د ښځينه وو له خوا ویل شوي، ډېری دا ډول لنډۍ د ښځينه سوچه احساساتو استازي کوي. د لنډيو په کتو او اورېدو احساسیږي، چې داد سوچه، سپېڅلې او ساده قریحې زېږنده ده، ځکه چې له دغه لنډون سره سره یې ژبه هم خورا ولسي، سوچه او کره ده، چې هرکله په کې ولسي اصطلاحات، نومونې، انګیرنې او انځورونه کتل کېدی شي. دا واړه هغه څه دي، چې لنډۍ پرټولو ځان منلی دی.

 

د لنډيو د نومونې په اړه ځينې نظرونه

لنډیو ته مسره، ټپه او ټيکۍ هم ویل کیږي. دې هر نامه ته د نومونې ځينې وجې منسوبې دي.

مسره چې ځينې یې  د مصره +مصرع یا مصراع په بڼه هم لیکي، اصلا عربي کلیمه ده، چې لفظي مانا یې د دروازې یوه تمبه یا تخته ښودل شوې، چې دوه سره یوځای شي، نو پوره دروازه شي، له دې امله نیم بیت ته مسره او دوه مسرو ته بیت ویل کیږي. خو لنډۍ له مسلکي بحثونو پرته د بیت په نامه نه بلکې د مسرې يا مسرۍ په نامه هم یاديږي. د لنډيو لپاره د مسرۍ ټکی په عامه توګه نه یادیږي، بلکې عام نوم یې لنډۍ  اوټپه دی. په ځينو پښتني سیمو کې بیا د ټيکۍ په نامه هم یاه شوې. داڅلور سره نومونه په بېلابېلو لنډيو کې هم یاد شوي:

لنډۍ: لنډۍ کوه او بیایې لیکه –چې په ټولي کې شرمینده نه شې مینه

ټپه: د ټپې وار راسره کېږده- ماته بې واره ټپې خوند نه راکوینه

مسره: مسرې په هغه چا اثر کړي- چې یا میین وي یاخو ورک له ملکه شینه 

ټيکۍ:ټيکۍ مې ډېر درته وکړې- په لااله الاالله یې ختمومه

پروفیسور داور خان داود په «پښتو ټپه » نومې کتاب کې د پښتولنډيو د نومونو او د هغو د نومونې د لاملونو په اړه یوځای وايي:

« د ولسۍ شاعرۍ دا صنف په دریو نامو بللی شي. یعنې ټپه، لنډۍ او مسره. لنډۍ وړوکي ته وايي، د ټپې وړومبۍ مسره وړه  وي، په دې سبب ورته لنډۍ ویلی شي. لنډۍ دښامار غوندې یوه زهرایله اژدها هم ده، چې دوه سرونه یې وي، ددې چیچلی سړی چرې هم نه رغیږي. دې صنف ته لنډۍ د دغې اژدها په مناسبت هم ویلی شي.لنډۍ یعنې ټپه چې سړی خوري، ډېر زیات اثرلري.

ځينې خلک و ايي، چې دې ته ټپه په دې وجه وايي، چې سندرغاړي د سندرو ویلو په وخت د اواز داوچتولو یا تېزولو په غرض یو غوږ ټپوي، یعنې په یوه غوږ لاس ږدي، ځکه دا صنف په ټپه مشهور دی. خو ځينې خلک دې ته ټپه په دې غرض وايي، چې ددې د ویلو سره سندرغاړي یا اورېدونکي لاسونه ټپوي.

(لنډۍ)ته د مسرۍ د نوم اخیستو درې وجې دي: اوله داچې ددې یوه مسره وړه او بله لویه وي.دا لویه او وړه دواړه په یوه مسره شمېرلی شي، دویمه داچې ځينې محققین د مسرۍ تعلق له مصري(خواږه یا چیني) سره جوتوي. ددوی په نزد چونکه مصري خواږه وي. په دې وجه مسرۍ هم په سړي لکه د چینو(بورې) خوږه لګي. دویمه داچې مسرۍ ته مسره د مصرۍ تورې په مناسبت هم ویلی شي...»     [۱۴/۴۲-۴۱]

ښاغلي پروفیسور داود یاد کړي دا روایتونه یوازې فولکلوري بڼه لري او کوم علمي اساس نه لري. په پښتو ژبه کې ګڼ داسې نومونه او نومونې شته، چې د تسمیې یا نومونې دلایل یې څرګند نه دي او کومه ځانګړې مانا هم نه شي ښندی. داد ژبې په تاریخ او د ویونکو په دودونو پورې هم اړه لري. دا کوم علمي بحث نه شو ګڼلی، چې هرنوم دې خامخا پوره، دقیقه او سمه مانا ولري.

 

لرغونتوب 

د لنډيو د لرغونتوب په اړه ویل شوي، چې دا د پښتو د ګړنیو ادبیاتو لومړنی یا په لومړنیو ډولونو کې دی. د پښتو ګړني ادب د پیل دقیق وخت نه شي ښودل کېدی، له دې امله څوک دا حکم نه شي کولی چې د ګړني ادب کوم ژانر لومړی ایجاد دی؟ خو څرنګه چې لنډۍ د بڼې او شکل له مخې ترټولو ساده او اسانه ډول دی، ځکه نو د خلکو په سینو کې تربل هرپښتومنظوم کلام ډېر ځای لري او پخواني مفاهیم او انځورونه په کې ترنورو دا ډول منظومو ویناوو ډېر کتل شوي، نو په دې وجه منل کېدی شي، چې دا ځېل دې تر نورولرغونی وي. 

د لنډيو په اړه په ترسره شویو څېړنو کې ویل شوي، چې لنډۍ ترمیلاد وړاندې لومړی ځل اریایانو په لرغونې پښتونخوا کې ویلي او دا هغه وخت و، چې اریایان لا د هندوکوش برو او لرو لمنو ته نه وو خواره شوي، چې ترخورېدا وروسته دوی ټولو په لږه وډېره بڼه دا منظوم کلام له ځانه سره ټولو سیمو ته ورساوه او عام مقبولیت یې وموند. 

د پښتو ژبې دا لنډۍ

سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه

یارمې د ګلو لو کوي ګوتې رېبینه

په لرغونیو لنډيو کې یوه ګڼل شوې. د دغه لنډۍ په باب عام روایت دادی چې د سپوږمۍ تررڼا لاندې د ګلو لو هغه مهال لرغونیو اریایانو کاوه چې، د پښتونخوا او یا لرغوني افغانستان د هسکو غرونو په لمنو کې د سوما په نامه یو خدايي ګل د درملواونورو کاروونو لپاره رېبل کېده. کومې ميینې د خپل یار په غم کې د سپوږمۍ د راختو په تمه دا ټپه ورته کړې ده. دا روایت که څه هم په ځينو برخو کې علمي بنسټ نه لري، خو لرغونپوهانو هغه مهال د اریایانو له خوا د سوما د ګل د استفادې خبره موندلې ده او کېدی شي، چې سم وي. که داسې وي، نو لنډۍ ترمیلاد لا پخوا موجودیت درلود. کېدی شي، دا لنډۍ هغه مهال په لږ څه بدله بڼه وه او ترموږه اوس په دغه تراشل شوې بڼه رارسېدلي وي. تردې وروسته په بېلابېلو ژوندنیو، سیاسي، ټولنیزو او عشقي پېښو کې لنډۍ کتل شوي، چې ځينې یې لوړ تاریخي ارزښت لري او زموږ د کولتور او فرهنګ مهمې کیسې راپه زړه کوي.

د سلطان محمود غزنوي په وخت کې چې افغاني فاتحان هند ته د جګړې لپاره د ګومل په لاره تللي وو، د یوې ميينې له خولې دا لنډۍ هم پېړۍ- پېړۍ پخوانۍ ګڼل شوې: 

که د خالو لښکرې راغلې

زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه

تاریخ لیکونکو ملک خالو د غزنوي لښکرو یو سردار یادکړی، چې له نورو سره یوځای د افغانستان د سویلې درې ګومل په لاره هند ته تللی و او معمولا دا لښکرې بېرته په همدغه لاره راستنېدې.

په دې وروستیو کې دانګلیسانو د دویم یرغل(۱۸۷۹م) پر وخت د میوندۍ ملالې لنډۍ هم خورا مشهوره ده: 

که په میوند کې شهيد نه شوې

خدایګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

په دغه ستره پېښه کې دغه یوې لنډۍ افغان ولس ته د تاریخ ترټولو ستره مېړانه ورپه برخه کړه.

د څېړونکو په اند لنډۍ تردې وړاندې لا ډېرې د ګټات او بیلات او سوبو کیسې لرلې، خو د نا انډوله سیاسي او ټولنیزو شرایطو له امله په سینو کې خاورې شوي او یوازې نامتو برخې یې ترموږ رارسېدلي. د لنډيو عظمت و قوت د دغه ډول نظریاتو په زبات رسونه کې موږ لاډېر هڅوي.

بل پلو د فولکلور پېژندنې په لړکې یو نظر داهم دی، چې لنډۍ له وخت سره بدلون هم موندلی، مثلا داچې لنډۍ هرکله نوې جوړې شوي  او زړې کرار کرار له منځه تللي. په دې اړه ځينو څېړونکو د ونې مثال ورکړی، چې لنډۍ د غرنیو ونو پاڼو ته ورته دي، چې یوه – یوه رژیږي او توييږي او پرځای یې نورې راټوکیږي. مانا دا چې د ولس له ذهن نه ځينې وځي او ځينې نوې ایجادیږي او تولیديږي.

په دې توګه نو، دپښتو فولکلور پردغه مهمه څانګه که له یوې خوا د خلکو ذوقونه ماتیږي او احساسات سړوي، بلې خوا ته دا شفاهي یا ګړنی هنر څومره چې موجود دی، تردې زیات لا هېر شوی او هرکله د پېښو په وړاندې په نوي طرز تفکر او مفاهیمو نور رازېږېدلی . دا که څه هم سملاسې د لنډيو د ورکېدا په مانا نه دی، خو د ولسي ادب د دغه ستر ډول  د لرغونتوب، ورکېدا او ساتنې په باب هم یونظر وړاندې کوي.

++++

د هرې لنډۍ د مانا ځانګړتوب دا راښيي، چې هره لنډۍ به ګنې په سره جلا وختونوکې ویل شوي وي، خو داسې لنډۍ هم شته، چې په عمومي توګه د سوال و ځواب په بڼه ویل شوي وي. له دې سره سره هم خپل ځانګړتوب ساتي او هره یوه په ځانګړې توګه هم د اورېدو وړه ده. لکه دا لنډۍ:

زړه مې له سترګو ګیله من شو

چې دیدن ته کړې خوشې غم زه تېرومه

سترګوله واره ځواب ورکړ

چې میین ته یې اوښکې بیا زه تویومه

نو زړه قاضي شو وېش یې وکړ

د مینې غم دی په تقسیم به یې ګالونه

دغه ډول یو پربل پسې تړلې لنډۍ کله کله لیدی شو، خو دا ډول لنډۍ ډېرې لږې دي او عموما لنډۍ هره یوه د بلې له قید نه ازاده ده. 

د لنډيو څپيز جوړښت 

د لنډۍ لومړۍ مسره نهه څپیزه (لنډه) وي او دویمه مسره یې دیارلس څپیزه (اوږده وي).

لومړۍ مسره یې له دویمې سره د قافيې او ردیف له پلوه کوم ورته والی نه لري اود ټولو لنډیوپه پای کې معمولا د(ه) توری راځي:

د اسمان ستوری شوې جانانه

نه در ختی شم نه مې زړه صبر کوینه

 

څپیزه یا سیلابوتونیکه  بڼه یې:

 

 | د | اسـ | مان | ستو | ری | شوې | جا | نا | نه |   |   |   |  
 | نه | در | خـ | تی | شم | نه | مې | زړه | صـ | بر | ک | ويـ | نه

پورته لنډۍ د(نه) په بڼه ده، خو ځينې دا بیا د(مه) په بڼه هم کتل کیږي لکه:

زما به ته یادېږې یاره!

که د جنت په منارو ولاړه یمه

ځينې وخت بیا لنډۍ د(له) په دوه توریو پای ته رسېدلې وي، داپه عمومي جوړښت کې هماغه د(ه) پای ګڼلی شو، خو په ویلو کې یې لږڅه توپیر کتی شو لکه:

اصیله وم، کم اصل یوړم

کم اصل داسې مې ساتي لکه مغوله

د څپو شمېر بیاپه ټولو لنډیو کې یوشان پېژنو. یا په بله وینا، د هرې لنډۍ لومړۍ مسره (نیم بیت) نهه څپې وي او دویمه یې دیارلس څپې وي.

د لنډيو په اړه څو يادونې

د لنډیو په اړه په تېرو څو لسیزوکې بېلابېلې ټولګې خپرې شوي، په دغو ټولګو کې ځينې یې داسې دي، چې د باسوادو خلکو (شاعرانو+لیکوالو) له خوا په کې په خپل سر لنډۍ جوړې شوي، چې ولسي خوند و رنګ او  احساسات نه لري. په کابل و پېښور کې اکاډمیو د لنډيو  د راټولولو په کار د پيسود ورکړې اعلان کړی و، له دې امله دا وخت ځينو داسې لنډۍ جوړې کړې، چې د لنډیو اصلي روح وکیفیت نه لري. دا لنډۍ له اصلي لنډیو سره یوځای شوې او خوند یې ورپیکه کړ. 

په ځينو کتابونو کې لنډۍ، ټپې، مسرۍ او ټيکۍ داسې راپېژندل شوي، چې ګویا دا هریو بېل صنف یا ځېل دی، خو داسمه نه ده. 

ځينو څېړونکو د سیاسي نظریاتو په هدف هم لنډۍ جوړې کړي. د فولکلور زده کوونکي باید په دې پوه شي، چې اصلي لنډۍ له جعلي لنډيو نه بېلې کړای شي. د پښتني فولکلور په ځينو نورو ژانرونو کې هم په اګاهانه ډول ګوتوهنې شوي؛ که د فولکلوري ادب په اصیلو ارزښتونو وپوهیږو په ناسمه بڼه دغه ډول جوړښتونه باید له سمو نه بېل کړای شو.

څېړنیارسید نظیم سیدي، په دې ورستیو کې دلنډيو په اړه د«زرچاڼ» په نوم یوځانګړی کتاب لیکلی. په دغه کتاب کې پر پښتو لنډۍ د عروضي - دیواني ادبیاتو فورمونه او د بدیع او بیان بېلابېلې خواوې تطبیق شوي، دا څېړنه نوې ده او ښوولې یې ده، چې لنډۍ له عروضي پلوه هم ارزښتمنې دي. 

دغه څېړنې د پښتو د فولکلوري ادب ارزښتونه نور هم لوړ کړي، خوپه علمي توګه په فولکلوري ژانرونو د عروضي ادبیاتو د بدیعي او بیاني جوړښتونو تطبیق کوم منطقي او تخنیکي اساس نه لري، دا ځکه، چې د هغو جوړوونکي(ولس+ خلک) دغه ډول ادبي صنایع نه پېژني اونه یې په اړه معلومات لري. د عروضي + دیواني ادبیاتو یا د باسواده خلکو لیکلی ادب او د ولس خبرې او احساسات د خیال او د مشابهتونو د ټاکنې له مخې په کولتوري، اروايي، ټولنیز او عقیدتي لحاظ یو له بل سره په ګډه نه شي مطالعه کېدی. دا ډول څېړنې زموږ لرغونی فولکلور له یوې بلې زوايې نه څېړي، چې ورته نورو څېړنو ته به هم مخه پرانیزي.

 

د لنډيو څو رنګارنګ بېلګې:([2])

 

سترګې مې ستا په لور څلور شوې 

څلور اته شوې اته شپاړس شوې میینه 

بیا به نری کمیس ونه کړم

بېګا باران و، جانان ټوله ولیدمه 

زړه مې ناسور په وینو سور دی

سرپوښ تنور دی، سرې لمبې وهي دننه 

خدایه ګورګورې تورې مه کړې 

جینکۍ سرې شونډې وروړي –تورې راوړینه 

خدایه دچرګ ژبه ګونګۍ کړې 

زه داشنا غيږې ته اوس راغلې یمه

«الف »اشنا کړم «ب»جداکړم

«ت»په توبو ورله ورځم که پوخلاشینه

داپټ مین یم، پټ به ژاړم

پټې به اوښکې په ګرېوان کې تویومه

پېغلتوب نیمه پاچايي ده

ورک ناوېتوب شه، چې دوه نیمې ورځې وینه 

په تعویذونو پوره نه شوه 

اوس به لمن په زیارتونو ګرځومه

سترګې دې تورې په چل ګورې 

دلیلا خورې په کتو دې میین کړمه

داته چې ځې اخر به لاړشې 

ماته ګړۍ په ګړۍ مه وایه چې ځمه 

د دروازې د خوا ملنګه 

تکیه دې خدای شه مونږه ور پورې کوونه 

په نیمکښو تمبوکې ګورې 

زاره دې مه چوه زه یوازې ناسته یمه

په تصور مې ځان پاچا کړ 

چې سر مې پورته کړ ملنګ ددنیا ومه 

زما پرې ستا مینه ماتیږي 

ګلابه ځکه دې په جیب کې ګرځومه 

صبر مې نور له مخې نه شي 

زړه مې تر خولې پورې راډک شو مړ به شمه 

ټټرمې نښه ورته ایښی

یارپرې لیندۍ سترګې راکاږي خیر دې وینه 

ښه ده چې ته له خیره راغلې 

ما په کچکول پتري وهل درپسې تلمه 

تاج دې د حسن په سر پروت دی

ځکه دې درته سلامی راغلی یمه 

تخت مې بې یاره په کار نه دی 

تخته مې خوښه ده چې یار راسره وینه 

مینه  دې اور دی په ما پور دی 

رنګ مې تک توردی غم دې زور دی مړ به شمه 

چې مخ راستون کړې غم مې ستون کړې 

مخ دې ستون مه شه زما غم راستنوینه 

زما دیار داسې خندا ده 

د سلوکالو مرور پوخلا کوینه 

زما د عمر سره سمه 

میرات شې غمه په خندا دې تېرومه 

زما دزړه ناکاره رنځه 

نه دې دارو شته، نه دې حال ویلی شمه 

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي 

ځولۍ مې تنګه زه به کوم-کوم ټولوومه 

په نیمنۍ تیږه مې وله 

دارې خو مه یایه چې خوله نه درکومه 

دیدن په لک، خندا په زر ده 

د سپینې خولې بیه به نه معلومومه 

د یارکنځل د ګل ویشتل دي

بدیې خندل دي، چې د بل سری کوینه 

په سینه یو لالی ځاييږي

زه لونګین او جانان دواړه ځایومه 

وطن د یارپه سترګو خوږوي

چې یاریې نه وي، څوک یې څه پروا لرینه

اوبه چې ډنډ شي بوی پیدا کړي

د ډېرې ناستې د اشنا خپګان راځينه 

له لنډيو رامنځته شوي نوي ژانرونه

ټپیزه

 

ټپيزه یو نوی ادبي  ډول دی، چې  په وروستیو شلو کلونو کې  د پښتو د ځوانو باسوادو شاعرانو له خوا رامنځته شوی دی. 

ټپيزه دوه برخې لري: 

لومړی درې مسرۍ او بیا ورپسې یوه ټپه.  یادې درې مسرۍ د لنډيو د لومړۍ مسرې په وزن وي. بیا ورپسې لنډۍ یا ټپه هماغسې وي، لکه په عادي ډول یې چې وینئ.

ځينو ټپيزو ته  په خپله شاعرانو ټپې جوړې کړي وي چې دغه ډول ټپې ولسي ارزښت نه لري او له پورتنیو دریو مسریو سره د یوځای والي په وجه  یې ارزښت کتل کېدی شي.

څرنګه چې ټپېزه د باسواده ذهنیتونو انځور وړاندې کوي، ځکه نو زموږ په فولکلوري ادب کې د مطالعې ځای نه لري. او هغه خو یې بیخي بیا نه لري، چې شاعر یې په ویاړ ټپه هم خپله ګڼي.

 

ټکوریزه

دا ډول هم ټپيزې ته ورته دی، خو توپيریې دادی، چې په دغه ډول کې  ترټپې پاس څلور مسرۍ وي اود څپیز جوړښت له مخې ترټپيزې لږې لنډې وي. که ټپه ترې ووځي، کله داسې هم ښکاري، لکه دعروضي نظم قطعه.

دا دواړه ژانرونه نوي دي او د نومونو په وضعه کې یې هم ځينې وخت د نظر یووالی نه ښکاري. ځينو لا ټپيزه او ټکوریزه دواړه یو ژانر بللی او د دوی ترمنځ خپلمنځي بیلتون یې بیا د دغه ژانر د جلا ډولونو په توګه ښوولی. څرنګه چې دا بڼه هم لکه ټپیزې ته ورته ده او باسواده شاعران یې وايي، نو په ولسي ادب کې د مطالعې ځای نه لري. د ټپو برخه یې ، چې په ولس پورې اړه لري د لنډيو تر پورته سرلیک لاندې مطالعه کړئ.

د ټپیزو او ټکوریزو بیلګې د ډاکټر اسرار اتل له کتاب (زیړ مازیګری په پېښور کې دی) نه لیکو: 

۱.توره د ننګ وهه راخېژه 

غر او ګړنګ وهه راخېژه 

لاچي لونګ وهه راخېژه 

سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه 

یارمې د ګلو لو کوي ، ګوتې رېبینه 

۲.ستا غم مې مل دی 

ځکه مې خپل دی 

خوږ پېښور دی 

شېرین کابل دی 

وطن دې بيل وطن مې بیل دی 

دعا سلام دې رالېږه، چې څوک راځينه



[1] . «ژانر» فرانسوي ټکی دی، په پښتوادبي څېړنو کې دیوه نارینه نوم په توګه دیوه ادبي صنف لپاره کاریږي.( دریاب ۸۱۴م مخ.) ادبي صنف،  ادبي ځېل ،  ادبي بڼه ،  ادبي خېل، ادبي ډول ، ادبي چوکاټ،ادبي نوعه، دا ټول یوه مانا ښيي.
[2]. يادښت: په لنډيو کې هرډول بېلګې موندی شو. که لنډۍ د موضوعي وېش له پلوه وڅېړو، نو دهرې موضوع په اړه په لسګونو کتی شو. دلنډيو په ځينو کتابونو کې موضوعي وېش هم وړاندې شوی، دلته یې عامې بېلګې کتلی شئ.

 

غـــاړې

 

غاړې، چې په کاکړیو غاړو(کاکړۍ غاړې) او کله هم په کاکړیو یادیږي، د پښتني فولکلور یو مهم ژانر دی، چې یوازې د یوه بیت په بڼه وي او د بیت دواړه مسرۍ معمولا په خپلو کې سره هم قافیه او هم ردیفه وي. ډېرې کاکړۍ اته څپیزې وي، خوځينې مهال یې یوه مسره له بلې سره څپیز توپیر هم لري . یعنې داسې، چې یوه مسره یې تربلې یوه څپه زیاته لري. ډېری ځل دغه ډېرښت په دویمه مسره کې وي او لومړۍ مسره اکثره وخت تربلې کمه راځي. د څپو دغه ډېرښت یا کمښت  په ویلو کې نه محسوسیږي، یوازې په څپیزه تجزیه کې یې کتی شو. 

غاړې په هره موضوع کې ویل شوي او په هره موضوع ویل کېدی هم شي. د میینو په ستایینه، د کورني ژوند پرستونزو، اړیکو، په ټولنیزو راکړو ورکړو، په سیاسي حالاتو، په دیني او عقیدتي مسایلو، په ټولنیزو ناخوالو، دظلم، زور او زیاتي پروخت، د زده کړې په وخت  او بالاخره د پښتنو د ژوندانه په هراړخ کې  ویل شوي او ویل کېدی شي.

لکه چې د لنډيو لپاره د موضوع څرنګوالی نه شي ټاکل کېدی، غاړې هم عینا همداسې موضوعي جوړښت لري، چې د ژوند په هیڅ برخه کې ترې انکار نه شي کېدی او هره موضوع راچاپېرولی شي. 

دغاړو څپیز جوړښتونه:

۱.چې دواړه مسرۍ یې په یوه وزن وي.لکه :

سپين کالي هلک مې يار دی

تور کالي ولې ولاړ دی

 | سپين | کا | لي | هـ | لک | مې | يار  | دی
 | تور | کا | لي | و | لې | و | لاړ | دی

 

۲.چې یوه مسرۍ له بلې نه په وزن کې زیاته وي .لکه :

خوب ظالم دی ترمرګي 

بې ګرانه کم دی ځي راځي

څپيز جوړښت:

 | خوب | ظا | لم | دی | تر | مر | ګي |  
 | بې | ګرا | نه | کم |  دی | ځي | را | ځي

پورته وینو، چې لومړۍ مسره یې اووه او دویمه یې اته څپې لري.خو په وینګ کې اووه - اته او اته - اته څپیزې کوم توپير نه رامنځته کوي.

 

د غاړو ډولونه 

د شکل یا بڼې له مخې غاړې په پنځو ډولونو وېشل شوي دي:

۱.کږې غاړې:

دا د غاړو هغه بڼه ده، چې پخوا دود وه او د ردیف او قافیې خیال په کې نه ساتل کېده او ورسره د اهنګ له مخې هم په پوره توګه یوه مسرۍ بلې ته ورته نه ښکاري. لکه:

پرکابل اختو بندي دی

شېرجان مړ قایم پراره

یاداچې: 

ترغوږو مه د ګران نسي

پیکی خدای نه دی راکړی

په پورته غاړو کې د لومړۍ او دویمې مسرۍ ترمنځ ردیف او قافیه نه شته، خو اهنګ لري.

۲.ازادې غاړې:

ازادې ځکه ورته وايي، چې د قافيې او ردیف له قیده ازادې وي.لکه:

زه څې کېنم ستا ترڅنګ

اخلم له ګردې دنیا خوند

یاداچې:

ژیړ ټيکری واړه ګلان

پرجار راواوړه د بادام

په پورته دوه غاړو کې د ردیف پرځای د راغلیو کلیمو تورې یوډول نه دي. په لومړی غاړه کې څنګ او خوند وینئ. په دویمه کې ګلان او بادام وینئ، چې قافیه یې سره برابر نه ده، د تورو دغه وینګ د وینا پروخت ډېر نه څرګندیږي. په ځانګړې توګه کله چې په هنري مجلسونو کې ویل کيږي، خو دا ډول غاړې له نورو هغو سره چې په قافیه او ردیف برابرې وي، توپیر څرګندوي.

۳.هغه غاړې، چې قافيه او رديف دواړه لري:

دا غاړې، چې ښايي د غاړو اصلي بڼه ورته ووایو ترنورو ډېرې په زړه پورې دي. اصلا د غاړو کیفیت همدغه ډول برابر کړی. لکه:

کډې ځي نری باران دی 

په هلمند کې مې جانان دی

یاداچې:

یوه شپه ده، خدای دې دوې کې

سهار ګران ځي په سپېدې کې 

 

په پورته ډول کې په لومړۍ هغې کې باران او جانان سره قافیه دي او په دویمه کې دوې او سپېدې دغه راز ردیف: په لومړۍ او دویمه دواړو مسریو کې (کې) دی. 

۴. هغه غاړې چې يوازې قافيه لري، لکه:

خپل به کم په تا پردي 

که دې باور وي په یاري

اویاداچې:

مخ دې پټ که خل دې ویني

یې وړکۍ ترشېدو سپينې

په پورته دواړو بېلګو کې: پردي –یاري او وینې –سپينې د قافیې کلیمې دي، چې ردیف نه لري.

۵.هغه غاړې چې يوازې رديف لري، لکه:

جاردې شم ترتور پیکي

ځوانان دې ګرد کړل سودايي

اویاداچې:

ګران دې نه کيي واده 

که کونډه سوم، کوم یې زه

پورته وینو، چې دا غاړې قافیه نه لري، بلکې د وروستیو کلیمو یوازې یو- یو توری یې په یوه بڼه لېدی شو. په لومړۍ غاړه کې د پيکي او سودايي کلیمو وروستۍ (ي) او په دویمه کې د واده او زه کلیمو (ه) دردیف په توګه پېژندی شو.

د غاړوپه باب دا هم باید یاده کړو، چې غاړې د لنډيو په نسبت نوي تمدني څېزونه ډېر یادوي. که له یوې خوا غاړې، د لغتونو د ویینګ او یاهم د سیمه يیزتوب له امله د لنډيو په کچه نامتو نه دي او په هره پښتني سیمه کې ویونکي یااورېدونکي نه لري، بیاهم د تمدني اغېز په برخه کې ترلنډیو مخکې ښکاري.لکه:

ناسته یم پرټیلفون 

د ګران درک نه دی معلوم

سره لارۍ توریې ټيرونه 

د ملتان راوړي بارونه 

په لنډيو کې ټيلفون او لارۍ او ټيرونو په شان کلیمې نه شته، یا ډېرې لږې دي. بل پلو په طبیعي توګه په لنډيو کې د دغه نویو نومونو ګډونه هغومره زړه راښکونکی نه ښکاري، لکه په غاړو کې. په کاکړیو غاړو کې د دغه نویو اغېزو ګډون هیڅکله په اورېدو کې ناپه زړه پورې نه دی. ښايي په اینده کې لنډۍ هم  دا وړتیا ومومي، خو په اوسني وخت کې په لنډيو کې د نویو تمدني اغېزو ګډون بیخونده ښکاري او یا دا چې د غاړو په شان طبیعي رنګ یې لانه دی خپل کړی. 

یو بله خبره هم د یادونې ده چې په ورته ډول په غاړو کې جنسي کلیمې او تصویرونه د لنډيو په نسبت زیات دي. ددې وجه خو ډېره نه ده معلومه، خو ښايي چې په اروايي توګه هغوی چې څومره ډېر سیمه ییز وي، همدومره د عمل پرځای په خبرو خپل ذوق سړوي. 

دغاړو رنګارنګ بېلګې:

مدینې نوم دې بالا دی 

پرتا پاس نوم د پېشوا دی

خدای دې غرق کي پرنګیان 

پر میان یې بېل کړل افغانان

سور دې مړ کئ سېک زخمي 

بخت نامې ځان دې کئ غازي

بنګل مړ ظریف ټپي دی

پرژوب غږ د پېرنګي دی

و پاڼسۍ ته یې خېژاوئ 

شېرجان سیګرټ ولګاوئ

سترګې ورو- ورو اړوې 

لکه لړم لګوې خولې

رادې سي ورپوخ به زړه کم 

میلمستیا به د ګران وکم

جاردې سم ترپراخ تندي

کوې په غم کې خوشالي

اندېښنې مې ستا پرزړه دي

وچ سوڼان مې د وير نه دي 

تږی سوم د سرې پرخوله 

غواړم په وچ غره کې اوبه

ستاپرغونډه زنه خال دی

مادې سم نیولی حال دی

غاښ په ورو را لګوه

څې سار یې خاپ نه وي ښکاره

نه کوي د خولې خبرې 

باړخوګان ځوښي زوی مړي

جګه غاړه سپینه خوله 

برباد دې کم په بیلتانه

تورپیکی تر زنګنو

راله سرداره د ماینو

ما په لاس تللي دي

کنداري من و، د سرې تي

تر ويښته یې ملا نرۍ 

پرغونډه ظلم مه کوئ

زه له شپې وینم خوبونه 

پرګران اچوم لاسونه

سپینه خوله ګوتې نرۍ 

پرزړه ویشتلې یم چورۍ

خیر به غواړمه د ژوند

سر لګوم ستا پرمړوند

ستا ورنونه ډېرپاسته 

سر به مې زرپر ښوېېده

ستا پر پلو لیا ګرځم زه

نه مه دی موړ ښايستې زړه

پردېسي د اور له ذاته 

اور لړم لمبه یې زیاته

پر درګاه د سپین خندا ده 

خوله وروړم د ادې شاده

نجونې تل په سپوږمۍ وځي

اجل والې به کېوزي

له کښې رالې پرته تلې

په ديد دې ډېرې مړېدې

زما دې کې اوښکې روانې 

څي ته ولاړې ببوجانې

ستا خالونه مخ سېزي

سیوری پر جوړکه د پيکي

سپینه خوله چارګل پرایښی

زړه یې روغ نه دی پرې ايښی

ګرده شپه مې څپ که سپینه 

اوس مه راله ترخوله وینه

[۳۸/۱۲۰-۱۲۳]


پړاکی

 

دا سندرې د افغانستان په سویلي او سویل ختیزو سیمو کې ویل کيږي.

دا ژانر ټوله یوه مسره وي چې ۱۴ څپې وي. معمولا د نورو سندرو په پای کې ویل کیږي. خو ځينې وخت ورسره لنډۍ هم ویل کېدی شي. په ځانګړي ډول نه ویل کیږي. پړاکي ته  لنډکۍ، ټکۍ او سورې هم ویل شوي دي.

پړاکي په هره موضوع  ویل کېدی شي او په هره ټولنیزه عشقي او کیسه يیزو موضوعاتو ویل شوي دي. 

پړاکي کله ناکله له لنډیو سره هم ویل کیږي او په ځينو پښتني سیمو کې په  اتڼ کې هم د کارونې ځای لري.

پړاکی معمولا څوارلس سیلابه وي، او دړلنډيو په شان په (ونه-ینه- او-مه) توریو پای ته رسي.

په ونه پای ته رسېدلی پړاکی:

جارپه خوست ګرمي ده، ماته کېږده څنارونه 

په ینه پای ته رسېدلی پړاکی:

جار دیدن ږلۍ ده مازیګر یې وروینه 

په مه پای ته رسېدلی پړاکی:

تورې سترګې سره لاسونه تاته ناسته یمه

د لنډيو او پړاکیو توپیر دادی، چې لنډۍ ۱۳اوپړاکی ۱۴څپيز وي. د لنډۍ لومړۍ مسره نهه څپې وي، خو پړاکی بیا یوازې یوه مسره وي. د لنډۍ وروستۍ ۱۳سیلابه مسره له لومړنۍ مسرې پرته یوازې (اکثره وخت) نیمګړې وي، خو پړاکی بشپړه مانا ښندي.

بېلګې:

تورې سترګې سره لاسونه تاته ناسته یمه

څپيز جوړښت:

 | تو | رې | ستر | ګې | سره | لا | سو | نه | تا | ته | ناسـ | ته | يـ | مه

ماخو دې خدای نه لري، چې ته نه وې میینه 

پرېږده د دنیا غمونه زه دې ډېره یمه 

په پړاکیو کې د سیمه يیزو قومونو د ځينو تاریخي پېښو کیسې هم مخې ته راځي.

 لاندې د یوه خټک ځوان او د زېبو په نامه د یوې پېغلې د مینې داستان دی:

یو خټک زلمی له خپل اصلي ځای نه، د وزیرستان «تال » نومې ځای ته په سفرلاړ. هلته یې خپله غریبي کوله. 

د هغه ځای د یوه مخور لور «زېبو» په زړه کې دده مینې ځای ونیو او دده هم ورسره مینه پیدا شوه، خو دا پټه مینه ډېره ژر رسوا شوه. دواړو هڅه کوله خپله مینه پټه وساتي، خو چې بریالي نه شول، نو زېبو مشوره ورکړه، چې وتښتي. 

یوه شپه یې د تېښتې لپاره خبره غوټه کړه، او له سیمې نه روان شول، دوی لا ډېر نه وو تللي، چې د کلي چغه(دکلیوالو خلکو بهیر) ور ورسېده. دوی هڅه کوله چې ځان وژغوري، خټک مخکې او زېبو ورپسې وه، په وروستیو شېبو کې خټک د غره سر ته رسېدلی و، خو زېبو لا د غره په بیخ کې ایساره وه، د کلي چغه پرې ورمخکې شوه، زېبو یې د غره په بیخ کې راونیوله، لومړی یې پرې دواړه لاسونه غوڅ کړل او بیا یې مړه کړه، وروسته یاده (چغه) د غره سر ته په خټک پسې ورغله او هغه یې هم له برېتانو راونیو او وې واژه. لاندې پړاکي د دغه پېښې په باب ویل شوي دي:

څه کراره شپه ده، چې خټک زېبو مو ځينه  

ورو خټکه ورو ځه، صبحدم دی ستړې شومه 

زه به تاته ورو تلم، وروسته چغې ګډې دینه 

مه تښته خټکه ما کارتوس راوړي دینه 

جارخټک جنګیږي،زېبوشنه شي وخاندینه 

جارخټک د شنو پاڼو برغو دی ړنګ به شینه 

غره په بېخ یې پرې کړل د زېبو سپین مړوندونه 

غره په سر یې پرې کړل د خټک چنګک برېتونه

[۲۹/ ۱۲۷-۱۲۶]

+++

ځينې نور پړاکي

پورې مې لالی راپورې زه ولاړه یمه

یار مې تور ببری دی، زه ګېډۍ دګلو یمه 

ټينګه غیږه راکه ړنګه بنګه درغلمه

څټ مې په مخ ښکل کړه، چې بیا نه کړې ارمانونه

سپینه خوله مې ستا ده، د بل خاورې شه میینه 

جار خوله رانېژدې کړه ما لونګ ژوولي دینه 

مه راوړه ساړه لاسونه، ډېر ساړه مې شینه 

سور سالو مې ورو –ورو جیګوه له خوبه یمه 

زه میینه نه یم، چا دروغ ویلي دینه 

پړاکي  په ځينو پښتني سیمو کې د منظمو سندرو دیوې بڼې په توګه هم کتل شوي. لکه:

جارجار لالیه-مړ مه شې لالیه – زه میینه نه یم –

چادروغ ویلي دینه


د ميندو سندرې

 

پښتنې میندې د ژوندانه په بېلابېلو پړاوونو کې ځينې منظوم جوړښتونه وايي، چې موږ یې د میندو سندرو په نامه پېژنو. میندې کله چې ماشوم کراروي، کله چې د ماشومانو سات تېرۍ او تفریح ته پام کوي، کله چې غواړي ماشومان بوخت وساتي او کله چې غواړي، ماشومان په یوه عالي او غوره روحیه وروزي نو بیا ورته خاص پښتني منظوم جوړښتونه زمزمه کوي، چې د میندو سندرې یې بولو. 

دا سندرې کوم ځانګړی جوړښت نه لري، کله دوه، کله درې، کله څلور او کله تردې زیات منظوم ترکیبونه وي، چې د ماشوم لپاره په کې د لهجې بدلون ټکي هم کتلی شو. بل پلو سیمو ته په پام هم د میندو سندرې توپیرلري، هم د لهجې له پلوه هم د جوړښت یا بڼې له پلوه. 

ځينو پښتنو څېړونکو د میندو سندرو ترڅنګ د«الله هو» په نامه یوبل ژانر هم ښوولی، چې د میندو له خوا د ماشومانو د کرارولو او یا ویده کولو پروخت ویل کیږي. په پښتونخوا کې مخکنیو او اوسنیو اکثره څېړونکو «الله هو» د میندو سندرې په توګه یو ځانګړی ژانر ښوولی دی. 

دا سندرې دمیندوسندرو په عمومي چوکاټ کې یوه ځانګړې بڼه ده، چې له دې پرته د ماشوم له زوکړې بیا تر لوېېدو پورې بېلابېل ډوله نورې سندرې هم شته او دا ټول باید د میندو سندرې ترعمومي سرلیک لاندې مطالعه شي.

د میندوسندرې کېدی شي، په څوبرخوووېشل شي، لکه د ماشوم د کرارونې پروخت، د ماشوم د ویده کېدوپروخت، د ماشوم د لوبو پروخت اویاهم هغو ته د نصیحت او پند پروخت. دغه راز په نورو وختونو کې.

دلته د دغه ټولو ډولونوتفصیل نه شي ځاييدای، خو په څو بېلګو به یې وغځوو:

لکه: 

اللوللو- پېشو مه راځه دغرو- (پلانکی)جان داسې ويده دی، لکه ګوډی درنجو

ځينې وخت چې ماشوم ژاړي، مور يې ټپوي او غواړي ژړا یې په خندا بدله شي. نو پرې ورټیټه شي، په داسې حال کې چې ماشوم د خپلې مور ځانګړي حرکات هم څاري، خبروته یې هم غوږ وي:

چا وهلی- (پلانکی جان) چا وهلی-ګوډ میږي په پښه وهلی- ګوډ میږی دې ړوند شي - نن یې بیا وهلی- ادې ته په ژړا راغلی....

بله بېلګه:

یو یې سپینکی مخ دی لکه پوڅه د چوپان- یوه یې لوړه پوزه ده، که پوله د دېکان- دوه یې غټې سترګې دي که ګاټی د میدان-دوه یې نرۍ وريځې دی که توری د قران-دوه یې نرۍ شونډې دي، که مزی د ګرېوان....

ماشوم ته د ننګ و غیرت د ښودانې پروخت:

(پلانکی جانه) ښایسته-ښه دې توره ښه وسله –په ښایسته نیلي سپره- چې نیلی دې تماشې کا- تور تازیان دې ورسره.

د ماشوم د ګرځېدانې پر وخت:

(پلانکی) جانه غونډه منډه-دروازګۍ ته وکړه منډه-په ځان دې اتیات وکړه-چې تورپېکۍ دې نه شي کونډه.

کله چې ماشوم په خبرو راشي:

یوه ګونګټه وه – دپولې ترخوا پټه وه- سریې ښويه کړی و-بتکی یې پرې وهلی و-مېړه ته یې زړه شوی و-شپون ورته ویل چې ما به کړې- دې وی، په څه به وهې - ده ویل په ډانګ به دې وهم-دې وې: ته ورک شه ډانګ دې ورک شه- بیا موږک په مخه ورغی وی، ما کړې- دې وی په څه به مې وهې- دې ویل په پسته لکۍ –دې ویل تانه ځار شم، دپستې لکۍ دې ځار شم - بیا ګونګټه اوبو ته تللې وه- په اوبو کې لوېدلې وه- ویل یې په اوبو سوره – په زنځير اسپه تړه – په موږک مې سلام وایه، چې بي بي ګونګټه په اوبو کې لوېده.


د ماشومانو سندرې

 

ماشومان د هرې ټولنې لویه برخه ده، په پښتني ټولنه کې ماشومان د میندو له خوا په  سندرواو خوږو خبرو نازول شوي. کله چې ماشومان غټ شي له څلور- پينځه کلنۍ  وروسته ماشومان په خپله له نورو ماشومانو سره لوبو ته وځي. دوی د کورونو ترمخ، د کلي په میدانونو کې، د حجرو اوجوماتونو ترڅنګ اویا په نورو هغه ځایونو کې چې ورسره مینه ولري، لوبې کوي. پر لوبو سربېره دوی په خپله هم سندرې وايي. دا سندرې دوی کله په ګډه او کله هم په یوازې سر زمزمه کوي. معمولا هغه وخت چې دوی په ځينو لوبو بوخت وي، له نورو سره په ګډه سندرو ویلو ته هڅيږي. 

په اوسني وخت کې ماشومان کله –کله د راډیو ګانو سندرې هم وايي، چې اوس - اوس دود شوي، خو د دوی اصلي هنر دانه دی، بلکې له ډېرپخوا راهیسې دوی خپلې ځانګړې سندرې لري، چې ځينې یې په ځانګړې توګه د ځينو لوبو پر وخت او ځينې یې بیا په انفرادي ډول وايي. 

د ماشومانو سندرې ساده او خاص ولسي رنګ لري. دا هغه وخت وي، چې دوی لا سواد نه وي زده کړی اویا هم د سواد زدکړې په لومړنیو او ټیټنیو پوړیو کې وي، چې لیکنۍ ژبې لا پرې اغېز نه وي کړی. د دوی سندرې د سات تېرۍ، د یوه بل د کږلو او یا هم د ځینو ځانګړیو لوبو پروخت وي. د اخترپه شپو، په ودونو کې د لوبو پروخت اویاهم د نوي کال په شان شپو کې سندرې وايی.

چاچي - ستاچرګه ما چیچي

کاکا دې خدای لري- سبا به بله راولي

کابل کې ګل اندامې دي- په شل روپۍ ارزانې دي

ټکنده غرمه ده - کوچۍ غریبه مړه ده

ورور مې تلی دی درې ته - رابه شي غرمې ته 

ماله به پلي راوړي- پلي به ورکړم غواته 

غوابه ماته پۍ راکړي- پۍ به ورکړم سیند ته 

سیند به ماته کاڼي راکړي-کاڼی به ورکړم خدای ته 

خدای به ماته ورور راکړي

یه وروره بیداره شه - ستاپه لونګۍ ډزې دي

ګډوډې ورځې دي.

لادې پړی- دوه دې رخړی

چرګه مې ناجوړه ده - بانه مې ورته جوړه ده

کومه یوه نیسې؟ وچه! درغلم په پچه

کومه یوه نیسې؟ لمده- درغلم په بنده

ګړۍګړۍ جوپ- یوه لغته یو سوک

جان جان جوپ-که چا خبرې وکړې یوه لغته یو سوک

په  شنه اسمان وریږي -  دګیدړې لور ودیږي

اکوبکو - سرسینده کو- غوامې لاړه په ترپکو-پاتو خورې راوځه په لاسوکې دې الوچې دي، زرغونې دي- الیشرنګ ډبل غپ

پولې لاندې مار و – مار په خوله کې تار و – تار زما په کار و – نه څښم د جبې اوبه – راوړه د چینې اوبه – لاړمه کابل ته – د کابل دروازې بندې وې – لاړمه کوندوز ته د کوندوز دروازې وازې وې – یو په کې ناندانه وه – شل روپۍ ارزانه وه – اوس به مې ابا راشي – ما به ورکړي په بادرنګو – شپېلی وهي د بنګو...

د ماشومانو ځینې سندرې او اصطلاحګانې مانا هم نه لري، یا یوازې د قافیې د پوره کولو لپاره وي اویا هم هغو ته په خپله ژبه کې مانا دارې ښکاري. 


کيسۍ

 

کیسۍ هم ماشومان وايي او هم لویان. کیسۍ ته په دري کې چیستان او په ځينو پښتني سیمو کې ټکونه یا اړ(اړونه جمع)هم وایه شي. 

د فولکلور د نورو ژانرونو په شان اړ هم د پښتو د ولسي ادب یو مشهور صنف دی، چې په اوردو کې ورته «پهیلی»او«بجهارت» پاړسي کې ورته «چیستان»عربۍ کې لغز، انګرېزۍ کې RIDDLEپنجابۍ کې «بجهارتا»او بلوچۍ کې «چاچ» ویلی شي.

ځينې پښتانه کیسو ته اړ او ځينې ورته  دوڼې، دوړې وايي. د سویلي پښتونخوا ولس ورته هم کیسۍ وايي. د کوزې پښتونخوا د مختلفو سیمو خلک اړ ته نور نومونه هم  اخلي لکه: دوړې، دوڼې، سوکړې، ټکونه، پړوکې، کلتونکی، او داسې نور، خو کیسۍ او اړ تر نورو ډېر نامتو ګڼل کیږي.

اړ د اړول له مصدر نه وتی دی. اړ، اړول، او اړه هم د یوې مادې نه وتی یعنې هم ماخذ لغات او کلمات دي، چې په ژبه کې د استعمال په وجه یې مختلف اشکال، مطالب او مفاهیم خپل کړي دي.

[۱۳/۵۳]

کيسۍ کله د دوو  تنو او کله د دوو ډلو ماشومانو ترمنځ د ساعت تېرۍ، ذهني ذکاوت معلومولو او لوبو په وخت کارول کیږي. کیسۍ هم منظوم او هم په منثورو بڼو کتلی شو. د نورو فولکلوري ژانرو په شان کیسۍ هم لرغونی تاریخ لري، خو د پيلېدا څرګند وخت یې نه پېژنو. د پښتو په ځينو پخوانیو نکلونو کې هم د کیسيو په شان پوښتنې شته. 

د فولکلورپوهانو په عقیده، کیسۍ په ډېر لرغوني وخت کې د ودونو په دود و دستور کې شاملې وې. لکه چې لرغونې روایات او افسانې شاهدي ورکوي، په ډېرو لرغونو وختونو کې د ناوې کورنۍ ددې لپاره چې د خپل زوم د ذهنیت او پوهې اندازه معلومه کړي، له ده څخه به یې د کیسۍ په ډول څو پوښتنې کولې او په دې صورت کې به یې معلوموله، چې د دوی زوم ددوی له خور یا لور سره د ګډ ژوند وړ دی کنه؟ د سیف الملوک او بدري جمالې په لرغونې کیسه کې ویل کیږي:

کله چې له دوولس کاله مزل او خواریو او زحمت ګاللو وروسته سیف الملوک له بدري جمالې سره واده کاوه، د بدري جمالې پلار له سیف الملوک نه دا درې پوښتنې وکړې:

الف: د څه شي غوړ ترټولو زیات دي؟ ځواب: د باران، ځکه چې هرشي ته غوړ ورکوي.

ب:د څه شي ګل ډېر ښه دی؟ ځواب: د پومبې ځکه چې د هرچا پوښاک دی.

ج: د څه شي زور زیات دی؟ ځواب: د اس ځکه چې ملکونه ایل کوي او د پښو درزار یې ترلیرې ځای پورې رسیږي.

[۱۵/۱۵۰]

په دې توګه کیسۍ نه یوازې ماشومانو ته بلکې د پښتو په لرغونیو نکلونوکې د لویانو له خوا هم د کارونې وړ وې. 

د کیسۍ ارزښت یوازې تفریح اوساعت تېري نه بلکې د ذهني ودې او پرمختګ دلیل هم ښودل شوی دی. 

کیسۍ درې ډوله لري:

ا.منظومې کیسۍ 

خو منظوموالی یې قاعده نه لري، کله دوه یادرې ترکیبه، کله هم د یوه بیت یا مسرۍ په بڼه.

۲.منثورې کیسۍ: 

چې ژبه یې یا ټوله د نثر په بڼه وي او کله لږ څه اهنګینه وي.

۳.نیمه منظومې کیسۍ: 

چې اهنګ لري، نه پوره منظوم وي او نه ټول د نثر په بڼه.

د دې ټولو بېلګې لاندې وینو:

د منظومو کیسیو بېلګې:

ماجوړ کړ سمدلاسه - پرې وختم دپاسه 

په مخکې او په شا ځي – دی پورته په هوا ځي 

(ځواب: ټال)

چرګه د چورګوړو سره لاړه هندوستان ته 

رابه شي ماښام ته 

(ځواب: ستوري او سپوږمۍ)

نه ګرځي نه خوراک کا- نه یې بلې خواته تله شي- انسان ورته وایه شي

همېش په یوه حال وي-سترګې هم رپوی نه شي- انسان ورته وایه شي

(ځواب: عکس=انځور)

هیڅ نه وي د ورځې - خو چې شپه شي راپيدا شي- هرچاته په خندا شي 

خندایې ده فیض ناکه – د خندا سره ژړیږي- ځان وخوري بیا ورکیږي.

(ځواب:شمع)

نیمه منظومې کیسۍ:

لکه: 

جینجړ تاته جینجړ ماته - جینجړ وخاته منا ته

(ځواب: لوګی)

هلته لګي - دلته لګي- سر یې په کابل لګي

(ځواب: تسکوره)

خېټه یې شته - کولمې یې نه شته 

خوله یې شته - ژبه یې نه شته 

(ځواب: چاینک)

د موضوع له مخې کیسۍ بېلابېل ډولونه لري لکه:

فی البدیهه کیسۍ - مجهولې کیسۍ - معقولې کیسۍ - استفهامیه کیسۍ - نثري شاهکار - ورزشي کیسۍ  اونور.

په پښتو ژبه  کې ډېرې کیسۍ شته، چې جوړښتونه یې هم بېلابېل دي او لا ژورو کتنو او څېړنو ته اړې دي.

کیسۍ بېلابېل نور ډولونه هم لري، چې دا برخه باید پوهنتوني زده کوونکي د کورنیو دندو په توګه بشپړې کړي.


سروکي

 

سروکي د پښتني فولکلور یو ځانګړی منظوم ډول دی، چې له لنډۍ سره د یوځای ویلو په ترڅ کې پوره کیږي او څرنګه چې د لنډيو په سر کې ویل کیږي نو د سروکي په نامه نومول شوی. په ځينو سیمو کې ورته «نیمکۍ » هم وایي. 

سروکي معمولا پښتنې مېرمنې او پښتانه هنرمندان په هنري مجلسونو کې- د هنري الاتو د کارونې پروخت- وايي. هغه لنډۍ چې سروکی بشپړوي، ټيکۍ ورته  وايي.

هغه وخت، چې په مقامونو، داستانونو او نورو سندرو د مجلس بڼه ستړې ښکاره شي، معمولا یې سندرغاړي وايي. سروکي د ویلو تود یاګرم انداز لري او تر ویلو وروسته یې بیا لنډۍ بشپړوي او سروکي ورسره بیا بیا تکراریږي، چې هم ویونکي او هم ناست اورېدونکي د عادي سندرو په نسبت په ډېرجوش وجذبه راولي. کله داسې هم وي، چې سروکی ډېر نه تکراریږي، یوازې د سندرې په سر او پای کې ویل کیږي.

داسې ښکاري چې  پخوانیو سروکو به پخوا نور بندونه هم لرل او بشپړې سندرې به وې، خو د وخت په تېرېدو د خلکو له حافظو وتلي او یوازې سرونه یې پاتې شوي دي. ښايي چې د سروکي نومونه به هم په همدې منطق ورته وايي. په سروکو کې ځینې داسې دي، چې اوس – اوس ذوقیانو او سندرغاړو جوړ کړي خو دغو دواړو برخو ته په عمومي توګه سروکي ویل کیږي. 

سروکي بېلابېل جوړښتونه لري، ځينې سروکي لنډیو ته ورته بڼه لري.ځينې یې بیا درې یاڅلور او کله هم تردې زیاتې مسرۍ لري.

ځينو څېړونکو سروکي پردوو ډولو نو وېشلي: عام سروکي او خاص. عام یې هغه ښوولي، چې په عمومي توګه یې پښتانه هنرمندان د موسیقۍ په مجلسونو کې وايي او یو ډول یې هغه راښوولي، چې د اتڼ په ډګرونو کې ویل کیږي. اوس – اوس پښتانه هنرمندان سروکي تقریبا د موسیقۍ په هر محفل  کې وايي او دایې هغه لومړنی ډول دی.

په لنډیو کې د تکرار په نسبت نه بلکې د خپلو اجزاوو د تالیف په نسبت سروکي په دوه ډوله  دي:

الف:هغه سروکي، چې په خپل جوړښت او تالیف کې یې تکرار نه وي. یعنې نه ټول تکراریږي او نه د هغوی یوه ټوټه یا برخه.

ب:هغه سروکي،چې یا ټول تکراریږي او  یا د هغو یوه برخه.

بیا لومړۍ ډله په پاړکو وېشل کیږي: مثلا دوه پاړکیز، درې پاړکیز، څلورپاړکیز او دغسې پنځه پاړکیز.

په دغو کې یې یوه ته نا انډوله سروکي ویل شوي دي. 

دغه وېش که څه هم د بحث وړ دی، خو اوس – اوس د سروکو بڼې یو څه بدلې شوي هم دي او د تکرار مسله یې ویونکو ته پاتې ده. که ویونکی (سندرغاړی) د لنډیو په منځ –منځ کې د تکرار لحن ولري، کوي یې او که یې ونه لري، ترې تېریږي.

دسروکو بېلابېلې بڼې

۱.اتڼیز سروکي:

 داتڼ سر:

پرې مې ږده دا تورې زلفې چې په مخ زانګي- نه ږدم د رنجو خالونه سبا به وران وي

له لنډیو سره یوځای:

سترګې دې تورې په رنجوکړه- مه ږده د رنجو خالونه 

د مساپر اشنا دې غږدی رابه شینه – مه ږده د رنجو خالونه سبا به وران وي

پرې مې ږده دا تورې زلفې  چې په مخ زانګي....

د اتڼ سر:

تا ویشتلی یمه وا بې غوره یاره – خوب، خوب مې وړینه 

له لنډیو سره ګډ:

سترګې دې ډکې تمانچې دي- تا ویشتلې یمه وا بې غوره یاره خوب خوب مې وړینه

زه دې په ډکو تمانچو ویشتلی یمه – وا بې غوره یاره خوب خوب مې وړینه

تا ویشتلی یمه وا بې غوره یاره –خوب خوب مې وړینه

عام سروکي:

عام سروکي پښتانه سندرغاړي د موسیقۍ په هرډول محفلونو کې وايي. سره له دې چې اکثره سروکي له موضوع سره سم، خپلې ځانګړې لنډۍ یا ټيکۍ لري، خو دا هم ممکنه ده، چې هرډول لنډۍ په کې وویل شي. ډېری اوسني هنرمندان دا توپير نه کوي. 

ادکې مورې ماڼو له ځمه – د بډیالۍ توتان ږلۍ وهلي دینه ماڼو له ځمه

له لنډیو سره ګډ:

د توتو پاڼې مې خوراک وای -  ماڼو له ځمه

ادکې مورې ماڼو له ځمه- دلبره مه وای د موزي د کور غمونه – ماڼو له ځمه

ادکې مورې ماڼو له ځمه – د بډیالۍ توتان ږلۍ وهلي دینه ماڼو له ځمه

په پښتو ژبه کې سروکي بېلابېل موضوعات لري، خو اکثره یې عشقي دي او د مینتوب او مینې مختلف حالتونه بیانوي. خو له دې سره سره ځينې سروکي تاریخي پېښې هم راښيي: لکه 

ورته راکاږه توپونه –ناوګۍ مومندو ورانه کړله عمراخانه

له دې امله چې د سروکو جوړښت بېلابېل ډولونه لري، له څپیزې تجزیې یې تېرېږو او یوازې بېلګې یې ښييو:

هلک نری چینار دی- په سر یې د ګل ونه –په زنه یې شین خال دی - په غاړه تاویزونه 

راځه چې درومو تورو غرو ته څنګ په څنګ- څه تورې ګورګورې دي، په تورو غرو کې د پېښې

کټ په بام ایښی دی –  ډاډه راځه لالیه – سور مې شال ایښی دی – ډاډه راځه لالیه 

د تورو غرو په سر مې کلی دجانان دی – څه نری نری باران دی باران

ستا لېونۍ مینه مې خوب ته نه پرېږدینه – نرۍ – نرۍ اوبه راځي ما ډوبوینه

(او) بندیوانه مې ساتینه – ماته لالی وای – وای -چې چېرته مه ځه دزړه سره 

جانانه راشه په ګلشن نوی بهار دی-زړګی مې بې قرار دی – زما شېرینه یاره 

تورې سترګې خماري- درته کړم ناله زاري- دزړه زخم مې کاري – شوم رسوا ستا په یاري

نن دجانان دیدن ته ځمه – تورې نرۍ وريځې – خدای خو  دې لنډ کړي داد زمکې تنابونه – مستې نازنینې 

په لوړو غرو باندې راتاو شو توپانونه یاره – ږلۍ وریږینه – مه ځه دلته شپه وکړه – پاتې شه باران دی

کراره شپه ده – خلک ټول کوي خوبونه – زړه زما کوي دردونه جانانه

طالبه ډېر مې یادېدې – بیا  ولاړه یمه – طالبه ډېر مې یادېدې

په اوسنیو هنري محفلونوکې چې دولسي اودیواني شاعرۍ یو ګډوله بڼه راښيي، د لنډيو د ویلو پر وخت په منځ – منځ کې هم سروکو ته ورته بیتونه ویل کیږي، لکه:

چې په سیونډ کې ترې چاپېره سمندردی – بېشکه قلندر دی- بېشکه قلندردی

ته راته رباب وهه او زه درته منګی- مخ به ماسره جنګی ـمخ به ماسره جنګی 

څومره ښایسته دی – څومره ښکلی مزیدار دی – دا مخامخ هلک مې یار دی 

ورور مې ولاړ و، تامې تاو کړل مړوندونه – وې لیدم، قسم دی یاره وې لیدم

یوښکلی رانه ورک دی- د ګلو نه نازک دی- که چا راوسته ماله – په ژوند به شم خوشاله – وېرېږم بد مې حال دی – په لاس یې فیروزه ده – په زنه یې شین خال دی.


نارې

نارې د پښتني ګړني ادب ځانګړې برخه ده. دا نارې په بېلابېلو بڼو د کارونې ځایونه لري. زموږ فولکلور ټولوونکیو نارې په بېلابېلو بڼو په سره جلا ژانرونو ښوولي. لکه تاریخي نارې، د هوتکو نارې، د اتڼ نارې، سونځرخېلې نارې او نور؛ خو دا ټولې د نارو تریوه سرلیک لاندې د مطالعې وړ دي. البته وروسته په موضوعي او شکلي لحاظ او یاهم د ویلو د ځایونو له مخې باید سره ووېشل شي. نارې په درې ډوله دي:

۱.داتڼ نارې

۲.تاريخي نارې

۳.دنکلونو نارې

۱.داتڼ نارې: 

پښتانه اتڼ چیان د اتڼ پر وخت په زړه پورې نارې زمزمه کوي، خو د اتڼ سروکي بېل او  دا نارې بېلې دي. دا نارې د نارینه او ښځينه اتڼ چیانو دواړو له خوا ویل شوي یا ویل کېدی شي.

د نارینه اتڼ چیانو نارې 

داتڼ نارې داتڼ د بڼې له مخې وېشل کېږي. لکه په ورو اتڼ کې، په یوبغله اتڼ کې، په دوه بغله اتڼ کې، په چپه او راسته اتڼ کې، په ملي اتڼ کې او په دغه ډول نورو اتڼونو کې. دا هر اتڼ د نارو لپاره خپل اوزان لري. هماغسې چې په اتڼ کې د موسیقۍ الات په بېلابېلو بڼو غږ وباسي، همدغسې د اتڼ د نارو د وینګ بڼه هم توپير لري. لکه د ورو اتڼ دا بېلګه:

کلاته چې په سر(وای)-کلاته چې په سر(های)سر دې پالیزونه 

د نورو پالېز لاښ شو- دمستې پالېز اوس (های) اوس کوي ګلونه- ګلونه

په پورته ناره کې د(وای) او (های) کلیمې د ویلو د بڼې ځانګړی حالت راښيي.

ورو اتڼ ته لږڅه ورته بله ناره:

مستانې لونګۍ غوټه – مستانې لونګۍ غو-غوټه پرسر کېږده-سرکېږده

راځه په اتڼ کېوزه- مستانې د دنیا(یا) کارونه پرېږده(هو) پرېږده

د دوه اړخه یا دوه بغله اتڼ  پروخت پورتنۍ ناره بیا داسې هم ویل کیږي:

مستانې لونګۍ غوټه-مستانې لونګۍ غو-غوټه پرسر کېږده- هو مستې محبوبا- هو څلور  دې خاله –هو مستې

راځه په اتڼ کېوزه- مستانې د دنیا (یا) کارونه پرېږده- هو مستې مستې محبوبا-هو شاهي ګل راوړه- هومستې

د ښځينه  اتڼ ځينې نارې: 

ښځينه هم د اتڼ نارې لري. یو ډول يې په خاص ډول په همدوی پورې اړه لري، بل ډول یې هغه دی، چې نارینه او ښځينه دواړه یې وايي. په دې مانا، چې د دواړو لپاره د ویلو وړ دي.

ښځينه هم په اتڼ نارو کې د نارو له ځانګړیو مسریو پرته د وزن جوړېدو لپاره ځينې ټکي ورډېروي: لکه 

(الاوا) مستانې لونګۍ غوټه – مستانې لونګۍ غوټه پرسرکېږده-(الاوای)راځه په اتڼ کېوزه- مستانې د دنیا کارونه پرېږده.

پروسږکال لا ښه وو-لالیه تر شاتوت لاندې مېشته وو

د خدای فضل که نه وای- لالیه سږ به دواړه سره مړه وو

ترپاڼ لاندې مې سترګې تورولي- چې پاڼ راباندې راغی 

مونګولې مې په یار ولګولې

تر دې جلۍ مکاره بله نه شته – د رود په هغه غاړه 

لوستوڼي ښوروي لاس په کې نه شته 

او دا هم یوه بله ناره، چې لنډۍ هم ورسره ګډې ویل  کیږي او اصلا د سروکي یو ډول دی، خو په اتڼ ورننوتی:

لونګینه!پرڅنګ را واوړه چې دې شرنګ د بنګړوشینه 

لونګینه!پرڅنګ را واوړه-خال به د یار په وینو کېږدم – لونګینه پرڅنګ - څنګ راواوړه-چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه - لونګینه پرڅنګ – څنګ راواوړه –چې دې شرنګ د بنګړو شینه - لونګینه پرڅنګ څنګ راواوړه.

۲.تاريخي نارې: 

دا هم د نارو یو ډول دی، چې په افغانستان کې د جګړو، سوبو  اونورو ټولنیزو او سیاسي پېښو پروخت ویل شوي. فکر کیږي، چې د اکثرو دغه ډول نارو جوړوونکي به ښځينه وي. له دغسې نارو نه د پښتنو د ټولنیز تاریخ د پېښو د کتنې په وخت هم ګټه اخیستل کېدی شي. ځينې نارې چې تر موږ رارسېدلي، په وروستیو دریو پېړیو پورې اړه لري، د دغه نارو سکښت او جوړښت ته په کتو ښايي، تردې به پخوا هم ګڼې نارې موجودې وې، خو د زمانې تېرېدو او ناانډوله ټولنیزو حالاتو له یادونو ایستلي دي. 

زموږ ځينو فولکلور ټولوونکيو د هوتکو نارې  په نامه پخوا یوځانګړی ژانر راپېژندلی،خو څرنګه چې وروسته څرګنده شوه، دا ډول نارې د هوتکو له تاریخي دورې پرته په نورو دورو پورې هم اړه لري او له بلې خوا د پښتنو نور قومونه یې هم په جوړښت کې ونډه لري، نو ځکه د تاریخي نارو په نامه پېژندل یې غوره ده. 

 

که زمری دی شاه اشرف د جنګ زمری دی

شاه اشرف ته کام رانه غی – د نادرپه اشرف خان ځکه بری دی

===

څوک خبر و، چې تقدیر به کوي داسې

شاه حسېن به نادر نیسي - بیابی لوري د ایران ته بندي باسي

====

که ولاړی شاه حسېن ولاړ په ارمان کې

ده ویل کام به مې راسي – د نادر او ما به جنګ وي په میدان کې

====

که سر دی اصفهان د ملکو سردی

چې اصفهان نېږدې کوي - سیدال ناصر دی

====

که څاڅي ترشنه زړه مې وینې څاڅي

اصفهان پرون زموږ و- نن نادر ته نراو ښځې په کې ناڅي

===

که ناورین دی په هوتکو بیا ناورین دی

ابراهیم خو اشرف وژني - ګرم سیل ته ورځي مخته، اس یې زین دی

[۸/۲۱۱]

په پښتنو کې داسې نورې نارې هم شته، چې یوڅه برخه یې راټولې شوي او ډېرې یې یا هېرې شوي او یا ورته د ټولوونکو لاس لا نه دی وررسېدلی.

۳.د نکلونونارې:

منثور نکلونه په پښتني فولکلور کې اوږده سابقه لري. تراوسه لاهم زموږ په ټولنه کې د دغه نکلونو یادونه پاتې دي. لکه د فتح خان او رابیا نکل. د شېرعلم او میمونۍ نکل. د مومن خان او شېرنۍ نکل. د ادم خان او دورخانۍ او په لسګونو نور. دغه نکلونه چې کله ویل شوي، په منځ – منځ کې یې د ستړیا د له منځه وړلو او یاپه نظم کې د ځينو مفاهیمو د ښې تشریح او یا د پام اړونې لپاره نارې هم راغلي. دا نارې هم موږ د نارو په عمومي برخه کې باید یادې کړو. د دغه نارو جوړښت هم یو ډول نه دی، بلکې د فولکلور د ځينونورو ژانرونو په شان بېلابېل چوکاټونه او مسرۍ لري .

د فتح خان او رابیا له نکل نه:

که ببر دی د رابیا وربل ببر دی – فتح خان د مور او پلاره مرور دی

که نه اوړی کرمی له بدو ناوړي –ناوړي

چې چېرته غم وي، ته یې خوار پتې ته راوړې.

که اور ګډ دی د بړېڅو په سپین ږیرو- مروریې پوخلا نه کړل 

کرمیه په لم غوټه سپرو واوړې..

که ځوریږي، نن مېرمن رابیا ځوریږي 

سرله سره پالنګه هسک کړه پوردل خانه!

کاروانونو لاس په تلو که روانیږي

کرمیه چې دې پرې کړې بیا زما دزړګي ولې 

ما په خدای سو ګند درکړی کرمیه 

پتې خان جانان دې څه درته ویلي

که اوږده ده، مېړني لمن اوږده 

سره له سره پالنګه هسک کړه پوردل خانه 

دپتې خان خوب پوره شولو وعده ده 

نن زما په زړګي چو دغم کاروان دی

زما ګرانه خبر یې که خبر نه یې؟

پتې خان د هندوستان په لور روان دی

 

فــالـونه

 

فالونه هم د سوچه پښتني فولکلور یوسندریز ډول دی او ځکه په دې نامه یاد شوي چې د برات(پنځلسي) پرشپه پرې ځينې پښتنې مېرمنې او نجونې  فالونه نیسي. فالونه د پښتنو د ټولنیزژوند یوه برخه ده. حتی تر اوسه هم په ځينو کورنیو کې دود شته. نه یوازې پښتنې مېرمنې او نجونې د فالونو شپه لمانځي، لاچې نارینه وو هم په بېلابېلو وختونو کې فالنېونې ته مخ اړولی. د پټې خزانې په روایت ميرویس نیکه، چې کله له ګورګین سره مقابلې ته ووت، نویې د رحمان بابا په دېوان دوه ځلې فال  ونیو.(دتفصیل لپاره دهمدغه سرلیک پای وګورئ) پردې سربېره په پښتو ادبیاتو کې منظومې او منثورې فالنامې لیکل شوي، چې دا پخپله په پښتنو کې د فال نيوي په دود ګواهي لي. 

د فالونو په نامه منظومې ټوټې اکثره د برات (شبقدر) په شپه د پښتنو نجونو او ښځمنو له خوا ویل کیږي. د شوقدر په نامه شپه د اسلام د سپېڅلي دین د عقيدې له مخې درون ثواب لري او پښتانه په دې برخه کې ترهرچا وړومبی دي.

د شعبان المعظم پينځلسمه د شاه برات مبارکه شپه ده چې په اسلامي تاریخ کې زیات قدر لري. څرنګه چې پښتانه د اسلامي قوانیینو زیات پابند دي. په دې سبب دې مبارکې شپې ته هم په درنه سترګه ګوري او د درنو مراسمو په ترڅ کې یې لمانځي. پښتنې ښځې دا شپه ترسهاره د فالونو د اچولو په کار روڼوي[خودا دود اوس یوازې په ځينو سیمو کې پاتې دی]. دې ته د شاه قدریاشوقدر شپه هم وايي.

هغه وخت چې د دې شپې روڼول پیلیږي، پښتنې پېغلې او مېرمنې سره راټولې شي. لومړی یوه نابالغه نجلۍ راولي،ښځې ترې راټولې وي، وې لمبوي، نوي کالي - ورواغوندي، شال پرې واچوي او لکه د ناوې په شان یې په یوه ځانګړي ځای کې په درنښت کېنوي.راټولې شوې ښځمنې سندرې ورته وايي او چمبې وهي. په یوه منګي کې پاکې او روانې اوبه راوړي  او د نجلۍ په خوا کې دا منګی کېږدي، بیانو څوک یو شی، څوک بل شی  د خپل کور د کوم چا په نامه ونوموي او منګي ته یې وراچوي ‎. لکه: ګوتمۍ، چاکو، ږمنځ، میخکی او نور.

وروسته فال ویونکي ښځې راټولې شي. یو-یو فال وايي. بیانو هماغه نجلۍ په منګي کې لاس کوي او یو- یو شی ترې راباسي. نو هغه څيز چې د هرچا په نامه وي دا فال  هم، ښه وي او که بد د هماغه په برخه رسیږي.

بیا نو ښځې بل فال وايي یا په بله وینا فال نیسي او یاده نجلۍ بل شی له منګي نه راباسي. دا مجلس د فالونو له ویلو سره سره په ټوکو او خنداګانو هم بدرګه کیږي او اکثره وخت ترسهار لمانځه مهاله روان وي.

په دې توګه دا مبارکه شپه پښتنې ښځمنې لمانځي. پښتنې ښځې دا شپه یوه مبارکه او سپېڅلې شپه ګڼي. پښتنې ښځې د یاد منګي اوبو ته زیاته عقیده لري، دخپل زړوکي (لوپټې)یوه پیڅکه د دغه منګي په اوبو لمدوي او بیا غوټه (ګنډه) وراچوي. د دوی په اند دا غوټه چې سبا ته خلاصه شي، خامخا به یوه ويښته په کې پیدا شوی وي، نو که دا ویښته سپین و، مانا به یې دا وي، چې ددې ښځې ژوند به اوږد وي، چې کله یې ویښته سپین شي، بیا به مړه کیږي او که ویښته تور و، مانا یې داده، چې دا ښځه به په ځوانۍ کې مري. بل پلو د دغه شپې په ویاړ په ځينو کورونو کې فوق العاده خواړه هم پخيږي او عقیده داده، چې څومره خواړه ښه او پرېمانه وي، د بل کال د دغه شپې تر رارسېدو به په دغه کاله کې همدغه شان پرېماني وي. دغه شان په دغه شپه ماشومان په ځينو سیمو کې اورلوبې هم کوي. (۷/۱۲۱-۱۲۰)

دغه دود اوس په ټولو پښتنو کې عام نه دی او د شبقدر شپه د روژې دمبارکې میاشتې، په وروستۍ لسیزه کې ګڼي. ددغې شپې په اړه ددوی عقیده داده، چې په اسمان کې ستوري جګړه کوي او بله وینا داده، چې د لیلا او مجنون په نامه ستوري په خپلوکې دیدن کوي او دا وخت چې هرچا دا حالت ولید او هرسوال یې وکړ، خدای تعالی به یې قبول کړي. 

 

ښځې چې فالونه نیسي اوکومې سندرې وايي ځينې یې دادي:

 

د مکې په سپین بامونه- پڼې وکاږه را درومه 

دکندهار انار پاخه دي- ښاخونه یې په دې لوري کاږه دي

اسمان شولو دوه توکه –ترې ولوېده د سروزرو متروکه

اس ولاړ-نس یې ولاړ

اسمان شو پړی، پړی – مېړه اورتې وخوړل په لری

اسمان شو دړې وړې – ترې ولوېدې دسرو زرو لکړې 

پيشو وخته په ونه – دغم چوکه یې وخوړه په....

که ګل دی د مخۍ – ماته راوړه ګل مېخۍ

که ګل دی د پېروتې – ماته راوړه د سرو ګوتې

که ګل دی د سونځلې- دی لایک د پېغلې نجلې 

که ګل دی د مڼې – دی لایک دی د زړې

که ګل  دی د ګازر – دی ولاړ په یوه وزر

نه کرم نه رېبم – سپېرې څټې اړوم

دوره ترڅټ ولاړ یې – ململ په ګوتو نغاړې

د تا چینګې – چینګې داړې – مېړه غواړې

د زیړې غوا مېرمنې-  اور دې راوړ ترلمنې

د سروزورو یې ستن- ورېښمینه یې بړستن

کور دې مخ په لمر دی- پير دی زورور دی

 

-------------------------------------------------------

دهمدغه سرلیک د  فالنيوي برخې تفصیل:

پټه خزانه د ملي مشر میرویس هوتک له خوا د رحمان بابا پر ديوان فالنیونه داسې یادوي:

«په قندهار کې د رافضي ګورګین خان جورو ستم، تر حد تېری وکا او خلق د خدای هسې ځنې په عذاب سول، چې په مرګ خوښ شول. نو دوی په کوکران کې مغفور رحماني، برګزیده صمداني، حاجي میرخان هوتک ښالم خېل ته ولاړل او له هغه یې چاره د کار طلب کړل او ټولو وویل، هرډول چې دی وايي، هغسې کړي. هغه مغفور یوه ورځ تر ماښامه له نورو پښتنو خانانو او مشرانو سره مصلحت وکا او هسې یې تړون وکا، چې ظالمان مړه کړي او ځانونه له جورو ظلمه وژغوري. په پای کې حاجي میرخان علیه الرحمه وویل:راسئ،چې عبدالرحمان بابا قدس سره هو وپوښتو،چې دده دېوان یې خلاص کا، هسې شعرونه و:بیت

زه مکتوب غوندې په پټه خوله ګویا یم 

خاموشي زما تېری کا ترغوغا زما 

کښت دعشق په توده زمکه ، امان چرې 

سمندر بویه چې زیست کا په صحرا زما

چې دغه بیتونه یې ولوستل ، هغه مغفور حاجي، ولس ته وویل، چې د ظالمانو کار تمام دی اما اوس دستي خاموشي بهتره ده. ټوله به پټه خوله دا کوښښ کړو، چې ظالمان ورک سي. چې مناسب وقت راسي، نو به زه پرتاسې ږغ وکړم.هغه وقت باید ټول تیار او ظالمان له وطنه وباسو.

نقل کا:چې یوه میاشت وروسته ، جنت مکان حاجي میرخان، د ولس میران او خانان راوبلل او په مانجه یې جرګه وکړله ، او ټولو په قرآن قسم وکا، چې د ګرګین خان ظالم له جوره ځانونه خلاص کړي، پردې وقت بیا حاجي میرخان مغفور له رحمان بابا څخه دابیتونه ولوستل:

چې اسمان یې مخ پټ کړی په سحاب و

خدای وماته ښکاره کړ ، هغه نمر بیا

چې رقیب راته تړلی په زنځير و

خپل حبیب راباندې پرانیست هغه ور بیا 

په وصال یې منت بار اوسه رحمانه 

په صدف کې دخل نه شته دګوهر بیا

نقل کا:چې دخدای په قدرت ، دغه ورځ پراسمان وریځ هم وه، چې حاجي مرحوم دابیت ولوست، هغه ګړۍ لمر ښکاره شواو وریځ یې له مخه هیسته سوه، خلکو همدغه یو الهي مدد وګاڼه او بیا نو جنت مکان حاجي میرخان خلکو ته وویل، دادی دخدای تعالی مهر او لطف هم زموږ ملګری دی، اوس نو وقت دی ، چې تورې له تیکیو وکاږو او ځانونه له دښمنه وژغورو. هغه و، چې په ۲۹م دذیقعدةالحرام سنه (۱۱۱۹)هجري ، ولس ټول سول او دجنت مکان حاجي میر په مدد په قندهار ورننوتل ، او دښمنان یې ټول مړه کړل .»

[۴۱/۹۸-۹۶]


انګۍ

 

دا سندرې هم د پښتني فولکلور یو ژانر ګڼل کيږي. کله چې ناوې ودیږي او دواړه د ورا لپاره جوړه شوي وي، د پلار له کاله نه د روانېدو پروخت د بیلتانه نارې په سر واخلي او د خولې خبرې  یې منظومې جملې شي. انګۍ په بېلابېلو سیمو کې سیمه يیز نومونه لري، چې یو یې د(هوی سندرې) دی. چغیان هم ورته وايي. انګۍ دوه، درې او څلور مسرۍ لري. 

د واده په سهار پښتنه ناوې، په ښکلي پسول او رنګینو جامو پسوللي وي. دا ګل ټيکری پرسر د خپلو همزولو په مابین کې کېني او په دې ډول د انګیو سندریزه دنیا اباده کړي. د بېلتانه په دې سختو شېبو کې پښتنه ناوې نه یوازې په خپله ژاړي، بلکې د خپلو سوزناکو انګیو په وسیله، ټول چاپیریال په ژړا راولي. پښتنه ناوې خپلې دغه سندرې په ځانګړي وزن او اهنګ سره وايي. په دې سندرو کې دآها، هو، هی، آهۍ او دآبۍ احتجاجي کلمات د یوې پښتنې ناوې د خورا خوږمنو احساساتو ښکارندوی وي.

انګۍ په یوه ځانګړي اهنګ(signal) پیلیږي، دا له کوم سازو سرود پرته د ژړا د پيل مخصوص انداز دی، چې لږ وروسته ورپسې منظومې انګۍ اورېدل کېدی شي.

انګۍ لومړی ځل سونځرخېلو(د کاکړو یوه پښه) نښلولي او وروسته بیا، مندوخېلو، موسی خېلو، بابړو، خوستیانو، لواڼيو او ځينو نورو هم ویلي دي.

د انګیو د ویلو اوسني مهم ځایونه د کوټې اړونده  «بوري» او «ژوب » دي.

په بوري کې د انګیو پانګه په چغي =چغیان، انګړۍ ungreyاو متلونو په نومونو یادیږي، خو د ژوب (ږوب) په تاریخي سیمه کې په: انګۍ، ungey ځینې وخت بیا انګۍ angey او یا متلونه.

انګیو ته په کندهار کې انکي Inki  او په وردګو کې اوڼکي unkiکلمات اورېدلی شو.

ځينو څېړونکو انګۍ په اجتماعي، احتجاجي، اخلاقي، ارمانجنې، انتقادي، تاریخي، توصیفي، جوابي، دیني، دعاييه، د ښېرو،د ډاډ، طبقاتي، طنزیه، فراقي، فلسفي اوويرنو په موضوعاتو سره وېشلي ، خو دا وېش د ولس له خوا نه دی او په خپله د انګیو ویونکي، دغه وېش ته نومونه نه لري.[۲۲/۱۱۱]

 داچې ځينې وايي، انګۍ دې هم  د ښادیو  په سندرو کې مطالعه شي، د انګیو په باب د شویو وروستیو دغو څرګندونو له مخې سمې نه بريښي.

د انګیو څپیز جوړښت:

نهه څپیزې انګۍ:

یوه څلورپاړکیزه انګۍ:

د سپینې خونې پر وره ورځي

ادې دې راسي، که ورا ځي

ګرانې ترلې یه راغلګي دي 

ادې وه ډېره په باوري


جوړښت 

 | د | سپيـ | نې | خو | نې | پر | وره | ور | ځي
 | ادې | دې | را | سي | که | ورا | ځي |   |  
 | ګرا | نې | تر | لې | يه | راغلـ | ګي | دي |  
 | ا | دې | وه | ډېـ | ره | په | با | و | ري

لس څپیزې انګۍ 

یوه درې پاړکیزه انګۍ:

سپینه ټیکریه، کپن مې ته سې

تنګه کمیسه ازاد به نه سې 

د بابا کوره پیدا به نه سې

بېلګې: 

د سپینې خونې پر وره، دودونه

ولات اباد دئ، په سره ګلونه

پرما امبار دی د ویر غمونه 

نه سترګې تورې نه سره لاسونه 

مرګي دې وخوري داسې توبرونه 

په غوږو اوري مدام ګایونه 

پرخپل بخت زاړي دا خوارې نجونه

بله بېلګه: 

د زنګیوالې پرسر ګلان 

پرما توييږي اوښکې باران 

پیکی مه خور دی لوند مه ګرېوان 

زه زخمي سوګی د زړه پرمیان 

که مې خبرشول په حال توبران 

پر  وبه زاړي شینکی اسمان

یاداچې:

د سپینې خونې پر وره غنم

زه برابره پر وره کېنم

سوال د مکې پر دربار کوم 

د اره پات اجیان یاتوم

زه د ایدرې له روانه سم 

پردۍ نړاندې نه خپلوم 


د ښادۍ سندرې

 

د ښادۍ سندرې د پښتنو ښځمنو له خوا  د واده په مراسمو کې ویل کیږي. نه یوازې په ځانګړې توګه د واده په مراسموکې بلکې د واده په ټول بهیر کې یعنې د مرکې له پیله بیا د ناوې د راوستو تر ورځو. 

کله چې  د نجلتوب(نامزادۍ) زېری راورسیږي، بیا کوژده کیږي، ورپسې ناري وړل کیږي، جوړې جامې ګنډل کیږي، پرېکون کیږي، د واده شپه جوړیږي او بیا ناوې کور ته راوستل کیږي. په درېیمه یا اوومه ورځ د ناوې د بېولو او په ځينو نورو ورته وختونو کې :  د ښادۍ سندرې د ښځينه وو له خوا په دغو ټولو بېلابېلو مراسمو کې ویل کيږي. دپښتني فولکلور اکثره سندرې د خوښيو په بېلابېلو مراسمو کې د نارینه او ښځينه وو له خوا ویل کیږي، خو دا سندرې خاص د واده مراسمو ته ځانګړې دي. ببولالې هم د همدغه سندرو یو ډول دی پخوا ببولالې دیوه ځانګړي ژانر په توګه مطرح وې خو اوس فولکلور ټولوونکي په دې باور دي چې ببولالې او نورې ورته سندرې ټولې د ښادۍ سندرو په نامه نومول په کار دي.

د ببولالو د ویلو وختونه دادي:

د ستنې راوړل، د پوښ ورځ، د مال حلالو وخت، د سرخلاصولو وخت، د نکریزو شپه، د سرجوړولو سهار، د جامو بدلول، د وراييځي د راتګ وخت، په کجاوو کې د ناوې سورولو وخت، د ناوې د پلار له کوره د رایستلو وخت، او ځينې نور وختونه.»

په دغه بېلابېلو وختونو کې د ببولالو ځينې بیلګې

د دستمال راوړلو په وخت:

راغی رومال راغی -رومال پټ دی په قبو کې 

(پلانکي) په سر کې ایښی- سر یې لوړ دی په تربرو کې 

روماله په جوپو،جوپو دې وړمه 

روماله د لوټو په زور دې وړمه

لمررا وخوت په څنارپورې

رومال مو راوړ – کلیه کې یې ګورې

د پوښ ورځ:

شین بادرنګ اوبو راوړی – شین بادرنګ اوبو راوړی 

موږه داسې پوښ راوړی – چا یې ګل، ګل نه دی لیدلی

دپاسه اوبه راغلې – په سر یې شنې اوبړۍ راوړې 

(پلانکي) ته ویه (وایه)- رواووځه کلا ته شهزادګۍ راغلې

د مال حلالو وخت:

غويی چې للوی (حلالوې)- لکۍ یې پرېږدئ( دوه ځل)

لکۍ یې د(پلانکي) په نګښی کېږدئ([1])

د سرخلاصولو وخت: 

ناوې پرې کړه عباسیه (دوه ځل)

دپېکیو وار دې تېر شو- اوس دې واردې د نګښيه 

دا تور وربل دې د لوجرو ملې په دود ونغاړه(هوی)ونغاړه

چې (پلانکی) یې ورانوي، اوس په ناورین ژاړه (هوی)په ناورین ژاړه

دا تور وربل دې چې اوبدو په خیال میینه وې (هوی)په خیال میینه وې 

چې(پلانکی) خان یې ورانوې اوس ګیله منه یې(هوی) اوس ګیله منه یې

مه یې روانوئ د غوړیشو څڼيو سرونه 

که دا وارې مو وران کړل بیا به یې نه کړئ ولونه –ولونه

تردې تور وربل دې جار شم، ته نو ولې ژاړې (ووئ)ته نو ولې ژاړې 

چې پلانکی په دې دنیا وي ناز دې مه شه خاورې (ووی) مه شه خاورې 

ناوې تور دې لونګین ژاړي، په څه باندې (هوی)ژاړي – په څه باندې

(پلانکی) تللی دسرو زرو په ویاله باندې 

تاته به راوړي سور بخمل په زنګانه باندې 

د جامو بدلولو وخت: 

سپینې پایڅې مې مېلمنې دي 

دا سرې پايڅې مې ترقیامته زولنې دي

سپینې پایڅې کاږه د سرو دې وار دی – دسرو دې وار دی

دا جلنۍ کمیس دې کاږه دټټر وار دی ـ دټټر وار دی

ارمان دسپینو پایڅو خیاله ـ راغلی نه وای زرورقې له کابله 

د نکريزوشپه:

لاس یې سره کړئ، پښې یې ګلدارې

پرې بوره مه شې د ناوې مورې ـ د ناوې مورې

ناوې په ګلو پشم ورېدلی دی

ناوې د (پلانکي خېلو) میردې کړی دی

د ناوې د زیاتې ژړا په وخت بیا وايي:

ناوې هۍ که اسکليلوی که 

همزولي درته ناستې ـ د همزولوزړه نری که 

ناوې ژاړه شرم نه شته 

موږ واړه سره خپل یو ـ بېګا نه راسره نه شته 

ژاړه – ژاړه وخت دژړا دی

که ته د ژړا مړه شوې ـ پلار دې خونکار دی 

په سر دې د خاصه ورېښمنو پخه ده 

ناویې شاهزادګانو ته دې مخه ده 

د سر جوړولو سهار :

ګوتې وخورې سر اوبدنې 

په لوی سهار دې مات کړه ـ د پيکي نري بندونه

ددې وخت د سندرې یوه بله بڼه:

سهار سبا دی سپيدې نار کیږي

ناوې غوټۍ ده اوس به ګل کیږي

رنګ رنګ دڼۍ پرې کېږدئ چې ځلیږي

(پلانکی) ورته ولاړ دی هوسیږي

ژر-ژر یې جوړویه ګرمي کیږي

(پلانکی)ترګل نازک دی، خولې کیږي

دچندڼولاریې جوړه تندي کړه

د(پلانکي)ناوې یې جوړه کاغذي کړه

د ښځو ګډا: 

په غولي شګې خورې ورو ږده قدمونه 

چې وادې نه وړي بخملي ګوتو سرونه 

شابسې خورې، مخ په لمر غورځه چې مړه نه شې

ته چې ښه ګډېږې – د(پلانکي) دجیب ایینه به شې 

واوړه!واوړه!څه عجب سیلونه دي 

غاښ دې مرواري شونډې کولپونه دي 

لمن به دې چکن کړم، په لستوڼیو ګلمېخۍ 

(پلانکی) به درسره کړم، تورټوپک رڼې ګولۍ 

په سر دې زرغون شال دی، په لمن دې کښېده 

که رښتیاد(پلانکی)خوروې، شاه وړه، وړه راځه 

د ښادۍ سندرو دا ډول چې ببولالې یې هم بولي، ترپورته بېلګو پرته په لاندې نورو حالتونو کې پسې دوام مومي، چې دلته یې د لنډون لپاره یوازې د سندرې د سر یوبیت دوه ښيو:

دناوې کتل اود خېښو کنځل:

ددې کلي ملک نه معلومیږي

ناوۍ مو کمکلۍ راته ښکاریږي

د موږ د ناوې دوې لوېشتې تندی دی

ارمان مې د(پلانکی) ها شین پټی دی

دا وخت د ناوې او خېښانو ښځينه په خپلومنځونو کې د سوال وځواب په بڼه داسې ببولالې هم وايي، چې په ستغه بڼه یو د بل ځواب ورکوي.

د وراييځې د راتګ وخت: 

اوس به تور لونګ جوړه جوړه راشي

اوس به د(پلانکی) ټولی بسته راشي

د ورا سر ترکلي وخوت

د وراسر ترکلي وخوت

دغه زما جانان دی

چې له زرو سره وخوت

دناوې د راویستو پروخت: 

دموږ ناوې چې ځي، هلته سرداره شې

(پلانکی) د تا مزدور ته یې باداره شې

پخوا به ناوې په اس سورې وړل کېدې. لاندې ببولاله د همدغه وخت یاد راښيي:

خورسیرلی په منا وخت

له خدایه، موږ راضي یو، چې له خېښه مو لاس وخوت...

کله،چې کاله ته ورسي، خېښې بیا دا وايي:

اسپه چې خوله ټيټه کړي لونګ اخلي

زموږ داسې ناوۍ ده د زړه زنګ اخلي

تربرو ونیسئ لونګیه 

موږه داسې ناوې راوړه – مخ یې لمر څټ یې سپوږمیه

د ښادۍ سندرو یوه بله بڼه 

ښه رورا ښادي دې وشه 

شاه سلامتګي دې وشه 

شین بادرنګ اوبو راوړی 

داسې زوم مودروستلی 

چا په خوب نه دی لیدلی      [۸/۲۱۰]

په ختیځ کې ځينې پښتنې ښځمنې داسې سندرې هم بولي:

...الا وئ، وه بینجۍ ، الا مړه شوم ربه ....


بلندۍ

 

دا هم د پښتني فولکلور یو بل ډول دي، چې په دې وروستیو کې فولکلور څېړونکو ښوولی. دا سندرې کاکړ نرګاړي په ودونو کې وايي، جوړښت یې داسې ښکاري، چې باید یو نوی ژانر یې وبلو. په پښتني فولکلور کې لاهم ډېر داسې منظوم څه په مخه راځي، چې باید وې څېړو او که له نورو ژانرونو سره سر ونه خوري، کېدی شي، چې دیوه نوي ژانر په توګه یې وپېژنو. 

بلندۍ څلور مسرۍ لري. یکدوې مسرۍ یې لنډې او جفتې مسرۍ یې اوږدې وي. بېلګه:

امیرپرکابل اوسي

پرنګي هم ځای نیولی دی پرکوټه

زه ځمبه دنبازه یم 

مړګیه تابه لاندې کم ترخټه

 

سلسلې

 

سلسلې د فولکلوري ژانرونو یو ډول دی چې په دې وروستیو کې په کاکړو پښتنو کې کتل شوی. عموما دا ډول د نارينه او ښځينه وو ترمنځ د سوال و ځواب په بڼه وي.

په سلسلو کې بزم ورزم دواړه کتل کېدی شي او د ټوکو په بڼه مطالب هم په کې شته.

په سلسلوکې د پښتنو د تاريخي پېښو، اتلولیو، قومي کړکېچونو او ټولنیزو مناسباتو په اړه منظوم توکي کتل کیږي.

سلسلې د جوړښت په لحاظ په دوه ډوله دي،  یویې اوږدې اوبل یې لنډې دي. لنډې سلسلې معمولا درې مسریزي وي، خو د اوږدو سلسلو د مسریو شمېر کله یو راز او کله بل راز وي.

[۹/۲۶-۲۷]

د کاکړي ګړدود ځينې بیلګې:

راوتلی پرسنځریم –زه دښو نجونو اجل یم 

په شان د سپینکي ماریم – د هرچا تراوده تریم 

+++

وه مړه باغونه  -زه وام وښئ غوږوته

که د واورېدل ټکونه –زما په لاس کې کټ خوټ دی

په مړو کې جوړوي بد پرهارونه

 

برغازۍ

 

برغازۍ هم د کاکړو پښتنو د سندرو یو ډول دی،چې په دې وروستیو کې د فولکلورپوهانو له خوا راپېژندل شوی. تراوسه دا نه ده څرګنده چې په ځينو نورو پښتني سیمو کې هم د برغازۍ  سندرو په څېر منظوم جوړښتونه شته؟

برغازۍ هم په کاکړو پښتنو کې یو ډول ولسي سندرو ته وايي، چې دوه تنه یې وايي.ځينې خلک دې سندرو ته برغزو او ستوني هم وايي.«ستوني»یې ځکه بولي، چې دا سندرې په ستوني کې ددوه کسانو په وسیله ویل کيږي، چې یو په کې ستونچي او بل ننړچي یا ناړی بلل کيږي او هغه داچې لومړی ستونچی، ستونی اخلي او بیا دهغه ملګری، نړچي، چې خپل نړ (دروي) کې هم هغه ستونی ورسره اړوي.

برغازۍ زیاتره درې مسریزې وي، خو کله – کله درې بیتیزې او تردې زیاتې هم راځي.

« د ژوب تاریخي ناوه او د بوري جانانه سیمه د دغو شعري فورمونو مرکزونه دي. دغه شعري فولکلوري جوړښتونه دځينو خلکوله خولې، د«ستوني» په نومونو سره پېژنو...زموږ دغه شعرونه په خپله مینه ناکه غېږ کې اکثرا عشقي مطالبو ته ځای ورکوي.زیاتره برغازۍ یونیم بیتیز وي، خو کله کله درې بیتیزه او ځينې وخت بیا تردې هم زیات راځي، خو په ټولو صورتونوکې دغه ولسي شعرونه  سره هم قافیه او اکثرو ځایوکې همردیفه وي.[۳۰/۲۹]

بېلګې:

بازار میان دی خولګۍ راوړه ـ چرګ اذان دی خولګۍ راوړه

لوړ سهار دی، خولګۍ راوړه ـزماتلوار دی، خولګۍ راوړه

راځه وړې راځه چې ځو     ـ دګل ګېډۍ راځه چې ځو

نن سبا راځه چې ځو

الکانوکور موچیرې دی؟ دلا ټکر مه چېرې دی

د مستې غولې مه چېری دی.

بله بېلګه:

شینخالۍ اوبو له لاړه

د ټاکۍ اوبو له لاړه 

سرې کپۍ اوبوله لاړه 

سرتریاره راښکاره که 

ژړه غاړه راښکاره که 

لاس مې خواته رایله که 


منظوم متلونه

 

متلونه هغه لنډې ویناوې دي، چې د پېښو یا خبرو په وخت د استناد لپاره کارول کیږي. د یوې مخکینۍ ترسره شوې پېښې کیسه په یوه لنډه جمله یا لنډ ترکیب کې په ډېره لنډه بڼه وړاندې کیږي او د نورو قیاس پرې کیږي.

متلونه د پښتني فولکلور او ژوند یو مهم ژانر دی، چې اکثره وخت د خبرو پروخت د ډاډ، باور او رښتيایینې لپاره کاریږي. اکثره پښتانه په عامو خبروکې هم متلونه کاروي. متلونه خبرې مستدللې کوي، خوند یې ډېروي او د اورېدونکي یا لوستونکي ډاډ او باور ډېروي. 

متلونه د خلکو هغه سپېڅلې، پاکې، مانادارې او لویې – لویې لنډې جملې دي، چې د ولس د ثقافت، فرهنګ، علم او پوهې، کړو وړو ژوندۍ نمونې او د ولسي پوهانو د لوړو افکارو نماینده ګان دي.

له پورته پېژندګلوۍ دا نتیجه اخیستی شو، چې متلونه په ولس کې باتجربه، پوهو، ځيرکو او پخو خلکو جوړ کړي، ځکه خو ځينې یې پخې خبرې ګڼي.

متلونه په دوه ډوله دي، یو یې منظوم او بل یې منثور، خو یو ډول یې بل هم شته، چې اهنګین ترکیبونه دي، نه پوره منظوم دي او نه پوره منثور. دا نظریه که څه هم د ځينو لپاره ښايي د کره کتنې وړ وي، خو ډېری داسې متلونه وینو چې د نظم او نثر دواړه خواږه په کې ګډ دي. دلته به یې یوازې منظومې برخې په نښه کړو او نثري او نیمه نثري متلونه به د نثر په برخه کې وپېژنو.

د متلونو پېژندنه دوې خواوې لري: یو دا چې د ویلو اصلي ځای او پېښه یې سړي ته معلومه شي، او بله داچې د استعمال ځای یې وپېژندل شي. لومړی مانا یې حقیقي او دویمه یې کنايي او مجازي ده. مثلا ددې متل:«مات لاس غاړې ته لویږي»حقیقي مانا هم موجوده ده، ځکه چې د چا لاس خوږ او مات شي، نو رښتیا یې غاړې ته اچوي، او مجازا په داسې ځای کې ویل کیږي، چې یو عاجز او بېوزلی سړی د خپل ځان غم خوړل، په کوم مشر باندې اچول غواړي. 

مثلا  لکه دا متل «بې له ما دې شل نه کړه» که څه هم اوس په داسې ځای کې استعمالیږي، چې یو تن بې د بل تن له کومک اومرستې څخه کار ونه کړی شي، نو هغه ورته وايي، « بې له مادې شل نه کړه»خو ددې متل اصلي فلسفه داسې ده:

«وایي یوغریب سړی و، پوله او پټی یې نه درلودل، خپله خواري غریبي به یې کوله، دومره پیسې به یې د ورځې ګټلې، چې ایله بیله به یې سبا او بېګا کېدلې، په دې صورت به یې خپل ځان چلاوه، او ګوزاره به یې کوله. یوه ورځ یې اراده وکړه، چې په خوارۍ مزدورۍ پسې بل وطن ته لاړ شي، په همدې نیت له کوره ووت، بل ځای ته لاړ. خواري او مزدوري به یې کوله، چې څه به یې خوړله او څه به یې سپموله او ساتله. څو ورځې چې تېرې شوې، نو ایله یې نولس نیمې روپۍ وګټلې او بیرته راروان شو، چې کور ته راغی، په اولاد یې اختر جوړشو، او فکر یې کاوه، چې پلار به مو ډېرې پیسې او هرڅه راوړي وي، ده چې دمه جوړه کړه، نو بیا یې خپله ګټه وټه راوایسته، څه روپۍ چې یې ګټلې وې، هغه یې خپلې ښځې ته ورکړې. ښځې یې چې روپۍ وشمېرلې، نو ایله بیله « نولس نیمې روپۍ» شوې. دې خدایزده له کومې زمانې راهیسې له ځان سره یو غیران ساتلی او په پلو پورې یې تړلی و، ژر یې غیران له پلوه راخلاص کړ او هغه غیران یې د مېړه له ګټې سره یوځای کړ او مېړه ته یې وویل:

« بې له ما دې شل نه کړه»...»         [۸/۱۲۹]

په دې توګه هرمتل یوه کیسه لري او تر شا یې د پند و عبرت ډېرې خوندورې کیسې پرتې وي، چې کله خو د متل کاروونکي په دې نه پوهیږي چې اصلي کیسه یې څه ده، خو دا پېژني چې دغه ډول متل، چېرې او کله ووايي.  

 

ارزان بې علته نه وي ـ ګران بې حکمته نه وي

اصیل ته اشارت ـ کم اصل ته کوتک

امیرچې ظلم کار وي ـ اور بل، په ټول دیار وي

انسان – تابع داحسان دی

اوړه دې په وړه ـ منت دې په څه؟

اوړه د مېچنې ـ زوی د خچنې

اوګره چې سړیږي- بلا پرې لګیږي

اول اتام – پسې کلام 

اول ځان ـ پسې جهان

اول زده کړه – بیا کوزده کړه 

بل ته مسلې کوي- په خپله پرې حملې کوي

بد به دې په زړه لرم ـ سلام به دې په خوله لرم

په یوه سړي چې دوه شي – رڼا ورځ پرې توره شپه شي

پښه مې دې پاس وي- که په خره وي که په اس وي

پک نه په سر تار لري ـ نه په چا کار لري

پلاريې ګټي ـ زوی یې څټي

په ډېرو کې یې خوره ـ په لږو کې یې وېشه

په ژرنده کې دې شپه شه – د زوم کره دې مه شه 

په صورت نری دی – په کار ګړندی دی

په غم کې نارې وهي ـ په ښادۍ کې نغارې

په زمکه سیوری نه لري- په اسمان ستوری

ته له ما ځار- زه له تا ځار

څوک مه وهه په ګوته – تا به نه ولي په ګټه

څوک مه وهه په نوک ـ تا به نه وهي په سوک

څه چې په کټوۍ کې وي – هغه په څمڅۍ کې وي

ځواني یوه نېشه ده – داسې نه چې همېشه ده

چرګه مې ناجوړه ده ـ بانه مې ورته جوړه ده 

چرګ خو یومرغه دی ـ چې چا ونیو دهغه دی

چې اور یې بل شي- خدای یې مل شي

چې په ما شي دنیا تېره – خدای دې نه کړي دنیا ډېره 

چې راځي د بل له کوره ـ په تا به شي شپه تېره 


ساندې

 

ساندې د پښتني فولکلور یو منظوم ډول دی چې په مړي ویل کیږي. د مړشوي کس ستاینه، د هغه اوصاف، د مړي مېړانه، یادګارونه، د هغه د بیلتانه ارمانونونه او بېلابېلې نورې خواوې یې بیانوي. 

ساندو ته ځينې خلک چیغې، نارې، غړانګې، کړیکې اونور نومونه هم اخلي، خو دا ډول نومونې زیاتره سیمه ييزې بڼې لري. ساندې د ویلو خاص غمجن انداز لري، چې کله – کله له ژړا او فریاد سره یوځای وي. د«های»، «هوی» غوندې نورې کلیمې هم ورسره ګډې وي، چې مړي ته راټول خلک هم ژړولی شي.

ساندې د لنډیو په فورم کې هم ویل شوي، او ځينې یې بیا خاص جوړښت لري. د لنډيو په فورم کې معرفي شوي ساندې دلته تکرار ته اړتیا نه لري، خو خاص جوړښت یې په دوه ډوله کتل شوی:

۱.د یوه بیت په بڼه لکه د پښتني فولکلور د بل جوړښت د نارو د ځينو برخو په څېر.

۲.درې مسریزې ساندې.

۱.دوه مسریزې ساندې:

دا جوړښت لکه د یوه بیت په شان دی. خو لومړۍ مسره یې معمولا لنډه او لاندینۍ یې اوږده وي:

بېلګه:

ماویل کور مې ابادیږي

 خبره نه وم چې د کوټې تير به مې ماتیږي

پورته لومړۍ مسره لس او دویمه پینځلس څپیزه ده.

بله بېلګه: 

(پلانکیه) مه شپې کړه مه کلونه 

په تورپېکۍ ناوې دې واچوه شالونه

په دغه سانده کې که یو فرضي نوم ور واچول شي، نو لومړۍ مسره به یې لس  وي او دویمه دیارلس. 

په دې توګه د ساندو څپیزجوړښت د ځينو نورو ډولونو غوندې منظم او څرګند نه دی.

درې مسریزه ساندې:

(پلانکیه) مه شپې کړه مه کلونه 

کور ته دې را درومه 

په خیالي جامو دې ولوېدل ګردونه 

پورته سانده، لومړی مسره -که یو درې څپیز فرضي نوم ورته وټاکو-لس څپې، دویمه مسره یې شپږ څپې او دریمه یې دوولس څپې ده. نو په دې توګه ویلی شو چې ساندې د څپیزجوړښت تابع نه دي. تر اوسه لا له پښتني سیمو نه د دغه ډول ډېر نور مثالونه راغونډ شوي نه دي او ښايي، چې نور ډولونه به یې هم وموندل شي.

ځينې نورې بېلګې:

که ګورې د لونګو ونې بورې 

خدای دې نه کړي، په داهسې ځوانانو میندې بورې 

که درګه د غونډۍ لاره درګړې 

(پلانکی) داسې په کې ورک شو، لکه لاړ د ملغلرې 

که ګل دی د سورساندې 

زه خبره نه یم، (پلانکی) چا کا ترخاورو لاندې 

که زوره د خدای زوره 

که د خدای زور نه وای«پلانکی»به چا ایسته له کوره 

«پلانکیه »راشه د ګور دپاسه 

داکمکی زوی دې دلاسه کړه د خپله لاسه 



[1]. نګښی دښځو هغه اوبدلو ويښتانو ته وايي، چې تر تاوېدو وروسته یې جوړوي. ويښته په مساوي ډول وېشي، بیا هره برخه په مخصوص ډول اوبي. دمخ زیاته برخه پرې پټوي او کنډ پرې وهي.