"د افغانستان نومهالي ادبیات"

فولکلور پېژندنه (۵)

ویشنه:ځېل پېژندنه

 څېړونکی : دکتور محمد داود وفا 



                                                                                               پینځم څپرکی

                                                                                   خاص فولکلوري ژانرونه


خاص

منظوم فولکلوري- ادبي ژانرونه

 

خاص فولکلوري ادبي ژانرونه د پښتني منظوم فولکلور دویمه برخه ګڼل کیږي. دا برخه ځکه خاصه یا ځانګړې ګڼو، چې ویونکي یې معلوم اشخاص دي. دغو شاعرانو د بېلابېلو فولکلوري ژانرونو په چوکاټ کې شاعري کړې ده.

د فولکلور په اړه عام  نظر دادی چې فولکلوري مواد باید د نامعلومو ښځينه وو او نارینه وو له خوا ویل شوی وي، خو دلته ډېری وخت شاعران څرګند او معلوم خلک وي. د دوی د ژوند او کار په اړه معلومات وي، نو دا څنګه په فولکلور کې شاملېدی شي؟

د ځينو په اند دغه ډول سندرې دې فولکلور نه ګڼل کیږي، خو ځينې نور بیا وايي، د خاصو سندرو یوازې شاعران او ناظمان معلوم وي، خو د دوی تولید کړي نظمونه په فولکلوري چوکاټ کې وي. خیال، فکر او احساسات یې ولسي وي. هماغسې چې د نا څرګندو ویناوالو له خوا ویل شوي عام فولکلوري ژانرونه د اصیل فولکلور په توګه ګڼو، دغسې خاص هم فولکلور ګڼلی شو، یوازې د شاعرانو په معلومېدو باید خاص فولکلوري ژانرونه د فولکلور له دایرې بهر ونه ویستل شي. ځکه خو خاصو ژانرونو ته نیمه فولکلوري ژانرونه هم ویل کېدی شي.

د فولکلور څېړونکو ترمنځ دا دوه نظریات لا هم شته. هغه څوک چې خاص فولکلوري ژانرونه فولکلور نه ګڼي، نو یې بیخي د فولکلور له دایرې بهر ویستی هم نه شي، ځکه چې د دغه ډول شعرونو او نظمونو جوړښتي بڼه، ویل شوي اصطلاحات او وړاندې شوي خیالونه ولسي او فولکلوري رنګ لري.

بل پلو د ځينو نیمه باسوادو او یا پوره باسواده خلکو له خوا د یادو ژانرونو په جوړښت کې نظمونه او یا شعرونو ویل شوي. د دغه څېړنو په وخت دا یوه بله ستونزه ګڼلی شو. ځکه چې داسې څه که په ژانري بڼه فولکلور ګڼل کېدی شي، نو ویونکي یې سربېره پردې، چې معلوم خلک دي، باسواده هم دي. 

یوشمېر دیني عالمانو، طالب العلمانو او ولسي باسوادانو هم په ولسي بڼه شاعري کړې، چې د خاصو ژانرونو د پېژندګلوۍ په وخت باید دا خبره هم یاده شي. تر اوسه لا داخبره سپینه شوې نه ده، چې له دغه ډول نظمي تولیداتو سره څه وړ چلن په کار دی. اکثره فولکلور ټولوونکي د معلومو باسوادو خلکو له خوا په ولسي جوړښت کې شوي ایجادات فولکلور نه ګڼي.په دې اړه یو نظر داهم دی، چې که د دیني طالب العلمانو او ولسي ډوله ملایانو او اخوندانو له خوا د فولکلوري ژانرونو په چوکاټ کې شاعري شوې وي، نو دادې هم ځکه فولکلوروګڼل شي، چې د دغه ډول خلکو هم له ولس سره اړیکي ډېر وي او په خپله هم د ولس په منځ کې اوسیږي، خو ځينې نور بیا دا ډول نظرونه ردوي.

 دابحثونه به کېدی شي وروسته هم دوام وکړي. خو موږ دلته دغه خاص ژانرونه د منظوم فولکلورد دویمې برخې په لړکې  پېژنو او د بیلګو په راوړو کې یې د زده کړو او نازده کړو شاعرانو توپير ډېر نه شو څرګندولی.

هیله ده، په دې اړه زموږ اکاډمیکي موسسې د سیمينارونو او سمپوزیمونو په جوړولو د ټولو د نظریاتو مجموعه تیاره کړي او راتلونکی وخت دغه ډول نظریات په معقوله او منطقي بڼه کره کړي.

په خاصو فولکلوري ژانرونو کې چاربیته، بګتۍ، مقامونه  ، د مروتو کسرونه اوداستانونه شامل دي، چې اړیو دا هریو دلته وپېژنو.

په دغه برخه کې هم ځينو فولکلورڅېړونکوچې پخوا یې دا ډول ژانرونه راپېژندلي، ځينې برخې یې تکراري کړي او یایې داسې څه هم یو ځانګړی ژانر بللی، چې اصلا ژانر نه دی. مثلا رباعي او مقام دواړه یو ډول ژانر دی، خو ځينو بیا سره جلا کړي، البته د بڼې له مخې که یو سندرغاړی  د یوه مقام څلور مسرۍ ووايي، د لفظي مانا له مخې دې ته څوک ناسم نه شي ویلی. دغسې کیسې او داستانونه هم سره بېل پېژندل شوي، چې باید نه وای. 

د کیسو او داستانونو په برخه کې لا ځينې وروستي فولکلور څېړونکي دا وايي، چې اصلا داستانونه هم یو ځانګړی ژانر نه دی، ځکه، چې ډېری وخت دغه داستانونه د چاربیتو په کالب کې ویل شوي او په کارده، چې د ځانګړي ژانر په بڼه یې ونه پېژنو. 

څرنګه  چې داستانونه اکثره وخت د پښتني ټنګ ټکور په مجلسونو کې په ځانګړې بڼه ویل کیږي او د ویلو طرز یې جدا دی او بل پلو ځينې داستانونه بیا د چاربیتو بڼه نه لري او د عروضي نظم مثنوي ته ورته دي، نو ځکه یې دلته د یوه ځانګړي ژانر په ډول پېژنو.

دا بحث به په ځانګړې توګه ددغه هریوه ډول ترسرلیک لاندې نورهم کره کړای شي.


چاربيتې

 

چاربیته د پاړسي د چار(څلور) له کلیمې اخیستل شوې بڼه ده، چې د«بیته =بیتې » کلیمو په یوځای کېدو د څلوربیتیزې مانا ښندي.

د چاربیتې لومړنی ډول همدغه دی، چې له کسر (پیل) پرته لاندینۍ مسرۍ یې څلور وي. ترڅلور کمو ته چاربیته نه شي ویل کېدی، خو د همدغه مسریو ډېرښت بیا د نومونې لپاره کوم عیب نه دی، یا عیب نه دی ګڼل شوی.

چاربیتې یو کسر لري، بیا ورپسې مسرۍ لومړنۍ درې په یوه قافیه او څلورمه یا وروستۍ  یې د کسر په قافیه راځي. کله چې د بندونو د مسریو شمېر ډېریږي، نورې ټولې مسرۍ یې کله  په یوه قافیه اوکله هم د هربند هره دویمه مسره  له نورو بیتونو او مسریو سره هم قافیه وي .د هربند وروستۍ مسرۍ یې د کسر په قافیه راځي.دا هغه قاعده  ده، چې په ټولو چاربیتو یو ډول تطبیقیږي.

د چاربیتو په بندونو کې د مسریو شمېر ترڅلورو لږ نه وي، خو ډېرېدی شي، ترشلو مسریو د زیاتو بندونو چاربیتې هم کتل شوي دي.

چاربیته باید څلورو بیتونو ته وویل شي، چې اته مسرۍ کیږي، خو چاربیته بیا څلورمسرۍ هم  وي. دا نومونه ورته د هغه برخې په اساس منل شوې، چې ترکسر وروسته راځي.

 څرنګه، چې ددغه نومونې وخت په سمه توګه نه شي اټکلېدی، بل پلو د پښتو فولکلوري جوړښتونه هسې هم د کومې قاعدې له مخې نه دي رامنځته شوي، بلکې څه ډول چې د ولس خولې ته لوېدلي هماغه ډول دود شوي، ځکه نو په  نومونه کې دغه ډول کره کتنې ته چا تراوسه ارزښت نه دی ورکړی. 

چاربیتې پخوا د پښتني موسیقۍ روح و. پښتني هنرمندانو به شپې په چاربیتو رڼولې. چاربیتې کله –کله اوږدې وي، چې ځينو هنرمندانو به په یادو پرې د موسیقۍ محفلونه تودول. اوس هم یو نیم ځای په موسیقۍ کې اورېدل کيږي، خو نوې شاعرۍ د فولکلوري ادب رنګ لږ تت کړی دی.

په چاربیتو کې لويې دینې، عشقي او نورې ټولنیزې مسلې کتی شو، چې کله یې رنګ د کیسې په بڼه هم وي، او کله بیا کیسه نه وي په ساده ژبه ژوندني کیفیتونه  په منظومه بڼه راښيي. له دې امله خو د ځينو په وینا «کیسې »باید بېل ژانر، ونه پېژنو. په چاربیتو کې هر ډول لوی او واړه مضامین بیان شوي او بیانېدی شي. 

د پښتو چاربیتو د پيلیدا دقیق وخت نه دی څرګند، خو ترنورو لرغونې بیلګه  یې په پټه خزانه کې د تایمني ده، چې د۵۸۰ قمري کال په شاوخوا کې ویل شوې ده. تر دې وروسته بیا د احمدشاه دوراني د جګړو او له انګلیس سره د افغانانو د جګړې په باب ځينې چاربیتې شته، چې ځينې یې ډارمسټټر ختیز پوه راټولې کړي دي. 

پښتو چاربیتې د مضمون له پلوه د عشقي او اجتماعي مسایلوپه خواکې تاریخي پېښې هم بیانوي، چې د پښتنو د مبارزو مېړانو او وطني حماسو یو ژوندی تاریخ راښيي. ځينې دا چاربیتې له شعریت او هنر پرته  اوس هم ارزښتمنې ګڼل کیږي، ځکه، چې د افغانانو د ملي مبارزو په اړه ویل شوي  او د یوه ماخذ په توګه د استناد وړ دي.

د چاربیتو د پوره پېژندو لپاره اړیو، چې د بڼې (فورم) له مخې یې لومړی ډلبندي کړو او بیا یې بیلګې هم ووینو.

دلته د چاربیتو په باب تفصیل ددې لپاره دی، چې د ولسي ادب اصلي روح وکیفیت وپېژندی شو.

چاربیتې په پيل کې په دوو ډولونو وېشل شوي: ساده چاربیتې او زنځيرۍ چاربیتې

 

الف: ساده چاربيتې

ساده چاربیتې هغه دي، چې پورتنی تعریف پرې تطبیق شي او پرته له دې چې عمومي پرله پسې والی (تسلسل) یې وشلیږي، د مسریو په منځ کې  اهنګوال لفظي تسلسل نه لري او یوازې په ساده بڼه مفاهیم مقفا (منظوم) شوي وي. 

ساده چاربیتې هم  د کسر او د بندونو د مسریو د شمېر د ډېروالي له امله په څو ډولونو وېشل شوي، په لاندې ډول دا هره بڼه پېژنو: 

[۱]

هغه  ډول چاربیتې دي چې:  کسر یې دوه هم قافیه او همردیفه مسرۍ لري، یا په بله وینا د عروضي غزل په شان یو بیت دی، بیا ورپسې څلور مسرۍ لري، لومړنۍ درې یې په یوه وزن او یوه قافیه او وروستۍ یوه یې د تېرو دریو غوندې په هماغه وزن، خو د کسر په قافیه راځي. 

کسر:

په سپینه خوله کې دې نېشه رب د شرابو ایښې

اوبو له ځې په سر جوغه دې د نوابو ایښې

څپيزه تجزيه:

 

 | په | سپيـ | نه | خوله | کې | دې | نېـ | شه | رب | د | شـ | را | بو | ايـ | ښې
 | او | بو | له | ځې | په | سر | جو | غه | دې | د | نـ | وا | بو | ايـ | ښې

 

يو دوه بندونه:

په سپینه خوله کې دې نېشه ایښې د بنګو ده 

دا لباسي خندا دې ټوله د بې ننګو ده 

بل خوشبويي دې په سینه کې د لونګو ده 

عاشقان وژنې، نن دې توره د قصابو ایښې 

اوبو له ځې په سر جوغه دې د نوابو ایښې 

         ‍

بلې لمبې به د عاشق په زړګي پورې کړم

چې ناغه دارې سترګې زه په کجل تورې کړم

شینکي خالونه په جبین کې لکه ستوري کړم 

په تور وربل  کې مې ګلونه د ګلابو ایښي 

اوبوله ځې په سر جوغه دې د نوابو ایښې

[۶/۲۲]

د همدې ډول یوه بله بیلګه د محمدین د چاربیتې یوازې کسر او یو بند:

د ښایست اواز دې لاړو په عالم کې لور په لور 

زه دې سوی یم په اور – ټيک دې کوزکړه له جبینه

 د ښایست اواز دې لاړو په کابل په هندوستان 

ځکه ناست یمه حیران، رارسېږې یا نصیبه 

عاشقي ده ډېره ګرانه ، ځي د اوښکو مې باران 

پرې مې لوند شولو ګرېوان پوهه نه شوم له ترتیبه 

په هرچا باندې تېریږي، د فاني دنیا دوران 

څوک راځي، څوک ترې روان، کاندې یارو ته قریبه 

بارې خپل دي، که پردي دي، راکوي راته پېغور 

سترګې نه شمه نیولی – ګوره ډوب یم ستا په مینه                [۲۴/۹۸]

[۲]

چې:  د کسر دواړه مسرې  یې په بېلو اوزانو وي. لومړۍ مسره یې اوږده، دویمه یې لنډه او دواړه په یوه قافیه وي، لکه:

کسر:

محبوبا سرې سترګې خمارې په څو رنګ راځي 

مسته په غورځنګ راځي

څپيز جوړښت:

 

 | محـ | بو | با | سرې | ستر | ګې | خـ | ما | رې | په | څو | رنګ | را | ځي
 | مسـ | ته | په | غور | ځنګ | را | ځي |   |   |   |   |   |   |  

 

یو بند:

لیلا چې دواړه سترګې ډکې په خمار کاندې 

بیا د زړونو ښکار کاندې 

ترڅنګ کاته، کله یمین کله یسار کاندې 

ډېر عالم به خوار کاندې 

وریځې لیندۍ، باڼه یې غشي د خدنګ راځي 

مسته په غورځنګ راځي

د شاه په پوزه سور پېزوان هم یې چارګل دواړه 

زیات یو تربل دواړه 

په تش دیدن یې سره ایل کړه هند- کابل دواړه 

جنګوي تل دواړه 

خال یې په تخت د جبین ناست لکه اورنګ راځي 

مسته په غورځنګ راځي

[۲۴/۱۷۳]

 

[۳]

 

چې د کسر دواړه مسرۍ یې په بېلو قافیو او یوه وزن وي لکه د سیدکمال دا چاربیته:

کسر

اهو چشمې ګل اندامې ماه جبینې 

ولې – ولې زه دې وسوم څه دپاره؟

څپيز جوړښت:

 

 | ا | هو | چشـ | مې | ګل | ان | دا | مې | ماه | جـ | بيـ | نې
 | و | لې | و | لې | زه  | دې | و | سوم | څه | د | پا | ره

 

بند:

وسوم – وسوم، څوک مې نه اخلي عرضونه 

نه پوهېږم ربه دا څه رنګ تاثیر دی 

لیلا تور ور بل دې جال نیسي بازونه 

باز د زړه نیسي بېشکه هوا ګیر دی 

د هرچا له خولې نه خیژي دا غږونه 

شینکی خال دې غونډه زنه کې امیر دی 

پاچايي دې شوه په لاس پاچا د چینې 

رسالې درپسې ځي شولې واکداره!

[۸/۲۲۷]

 

[۴]

چې د کسر دواړه مسرۍ یې په یوه  قافیه  او بېلو وزنونو وي. لکه،

کسر:

زنه دې سېب دی د کابل، خال درخشان لرې 

ښه دورو دوران لرې

څپيز جوړښت:

 

 | ز | نه | دې | سېب | دی | د | کا | بل | خال | د | رخ | شان | لـ | رې
 | ښه | دو | رو | دو | ران | لـ | رې |   |   |   |   |   |   |  

یو بند:

شین خال دې ایښی نازنین دلبره 

شمس وقمر دې دی جبین دلبره 

درپسې مري شاهان د چین دلبره

ولې خواران او مسکینان غشي کمان لرې 

ښه دورو دوران لرې...

[۶/۵۸]

 

[۵]

چې د کسر دواړه مسرۍ یې په یوه وزن  وي او د قافیې له پلوه یې یوازې وروستی ټکی سره برابر وي . لکه د عبدالواحد ټېکه دار دا چاربیته:

کسر:

تورې زلفې دې په مخ لکه د ټال زانګي

 خوشامندې کوم بوت له سادو رام - رام جي

څپيز جوړښت:

 

 | تو | رې | زلـ | فې | دې | په | مخ | لـ | که | د | ټال | زانـ | ګي
 | خو | شا | منـ | دې | کـ | وم | بوت | له | سا | دو | رام | رام | جي

يو بند:

تورې زلفې دې په مخ لکه منګور ول په ول 

یا رسۍ دي د عاشق دپاره دار دار دی 

څټوکی دې د جبین دپاسه تور ول په ول 

د ځېلۍ د بنفشې په شانې تار تار دی

په ږمنځو دې قت کړی د لاهور ول په ول 

بل په غاړه دې د سرو ګلونو هار هار دی 

سرې دړۍ دې په بندر د شینکي خال زانګي 

تورې زلفې دې په مخ لکه د ټال زانګي 

پيچو خم دې پرې وربل لکه د لام لام جي 

خوشامندې کوم بوت له سادو رام رام جي

[۲۷/۲۵ ]

 

[۶]

چې  دوه کسره ولري یا په بله وینا، کسر یې څلور مسرۍ ولري،  لومړۍ یې اوږده او دویمه یې لنډه، خو په بېلابېلو قافیو. لاندې دوه مسرۍ د پورتنیو غوندې کټ مټ تکراریږي، لکه د کلاچۍ د احمد دا چاربیته: 

 

کسر:

بیا ښکلې محبوبا شوه اراسته چشمانې تورې 

راځي په سرو مونګلو

له خیاله یې شانه کړې په مخ زلفې دورې دورې 

که لښتې د سنبلو 


څپيز جوړښت:

 

 | بيا | ښکـ | لې | محـ | بو | با | شوه | ا | راسـ | ته | چشـ | ما | نې | تو | رې
 | را | ځي | په | سرو | مونـ | ګـ | لو |   |   |   |   |   |   |   |  
 | له | خيا | له | يې | شا | نه | کړې | په | مخ | زلـ | فې | دو | رې | دو | رې
 | که | لښـ | تې | د | سنـ | بـ | لو |   |   |   |   |   |   |   |  

 

يو بند:

که ښه کوې محبوبې پلو واخله له رخساره 

مشتاق دې د دیدن یم 

د هجر په لمبو مې کړوې د څه دپاره 

زه خود په زنکدن یم 

پوهېږمه په ځان ،چې روغ به نه شم له دې واره 

دا هسې رنګ درد من یم 

تر زړه مې ستا د مینې سیخ ختلی پورې اورې 

حال نه دی د ویلو 

[۲۴/۱۸۳]

 

[۷]

چې کسر یې پنځه مسرۍ وي او پنځه واړه یو له بل سره هم قافیه نه وي  او ځينې یې په وزنونو کې هم یو له بل سره توپیر ولري، لکه د سنګینې د طالب جان دا یوه:

 

کسر:

جګړه شوه په مخ باندې ـ د ټيک او د پېزوان 

ټيک وویلې پېزوانه – ستا ښایست زما نه کم دی 

منکر لره قسم دی 

 

څپيز جوړښت:

 

 | جګـ | ړه | شوه | په | مخ | بانـ | دې |  
 | د | ټيک | او | د | پېز | وان |   |  
 | ټيک | و | ويـ | لې | پېز | وا | نه |  
 | ستا | ښا | يست | ز | ما  | نه  | کم  | دی
 | منـ | کر | لـ | ره | قـ | سم | دی |  

 

ځينې بندونه:

ټيک وویل پېزوان ته – ته ګوره زما شان ته 

نجلۍ چې شي بالغه اول ډول په ما کاندې 

جګړه شوه په مخ باندې 

نجلۍ چې ځان سنبال کا ـ وربل په ورځو جال کا 

دپاسه یې ما سور کاندې په مثل د سلطان 

د ټيک او د پېزوان 

پیکي کې د خالدارې ـ روپۍ سپینې کتارې 

ازل کې یې نصیب د استوګنې دا حرم دی 

منکر لره قسم دی

وربل لرمه تخت – ویښ شوی مې دی بخت 

پېزوانه بې فایدې لاپې وهې دادې لوی غم دی 

منکر لره قسم دی

پېزوان وی ټيکه نر یم – دېره په ښه دفتر یم 

ته پروت یې په ځنګله کې نه شرمېږې چې لا خاندې 

جګړه شوه په مخ باندې 

ځنګل شو ستا په برخه – دا ستا د کمۍ نښه 

بندي یې همېشه سیل دې ونه کړ د میدان 

د ټيک او د پېزوان 

بل مړ شولې د ولږې -  چیچي دې ورږې سپږې 

زه پروت یم په حرم کې ښه خوراک مقام مې فم دی 

منکر لره قسم دی 

ټيک وی مه وایه سپکې – یوتن یې څه به وکې 

چارګل مې کېنولی په بندر کې درنه وړاندې 

جګړه شوه په مخ باندې 

صفت د هرکالي دی- اشنا زما خیالی دی 

چور چور په زړه رنځور  - مینې دیار که طالب جان 

د ټيک او د پېزوان 

مسکن مې سنګینه شوه – غلبېل زما سینه شوه 

د یار مې اندېښنه شوه، زړه زما پسې قلم دی 

منکرلره قسم دی                [۱/ ۲۲۹]

 

[۸]

چې دوه کسره ولري، د دواړو کسرونو لومړنۍ مسرې یې په وزن کې لويې او ورپسې یې لږې څپې ولري. لکه د علي شاه په نامه د یوه شاعر دایوه:

څلور په څلور لارې ځي، څلور د یوه په لور ځي

یو بیامونده څلور 

پینځم په کې مدغم شه ، په رڼو سترګو شمکور ځي 

ولاړ په مخکې تورځي 

 

څپیز جوړښت

 | څـ | لور | په | څـ | لور | لا | رې | ځي | څـ | لور | د | يوه | په | لور | ځي
 | يو | بيا | مو | نده | څـ | لور |   |   |   |   |   |   |   |   |  
 | پينـ | ځم | په | کې | مد | غم | شه | په | ر | ڼو | ستر | ګو | شمـ | کور | ځي
 | و | لاړ | په | مخـ | کې | تور | ځي |   |   |   |   |   |   |   |  

 

یوبند: 

روان په یو پسې شه ، دویم کړه د ځان ملګری 

محکم دی لري ځری 

وړومبی ترینه وروستی کړه ، وروستی کړه د وړومبي لاندې 

چې چاته نه شي لاندې 

بلبل مې د چمن په ګلو څرنګه په شور ځي 

جنت له روژه خور ځي 

(داچاربیته په هغو کې هم ګڼل کېدی شي، چې دکیسیو په بڼه پوښتنې په کې وړاندې کيږي.)

[۲۴/ ۱۵۲-۲۵۱]

 

[۹]

چې کسر یې څلور مسرۍ وي، په وزن کې څلور واړه سره برابرې وي، خو په قافیه کې د عروضي نظم د قطعې غوندې لومړۍ او درېیمه او دویمه او څلورمه په خپلو کې سرخوري. لکه د اخون میرحسن خویشکي دا چاربیته:

کسر:

دواړه لب دې مجرب دي نازنینې 

نازنینې تاپسې کوم فریاد 

د اثر نظر په ما وکړه شېرینې 

شېرینۍ ستا په سر مړ شولو فرهاد

څپيز جوړښت:

 | دوا | ړه | لب | دې | مـ | جـ | رب  | دي | نا | ز | نيـ | نې
 | نا | ز | نيـ | نې | تا | پـ | سې | کـ | وم | فر | يا | د
 | د | ا | ثر | نـ | ظر | په | ما | وکـ | ړه | شېـ | ريـ | نې
 | شېـ | ريـ | نۍ | ستا | په | سر | مړ | شو | لو | فر | ها | د

 

 

یوبند یاکړۍ:

دهلال مثال جمال لرې په تن کې 

تن زما درپسې ځکه شو کباب 

د زینت صفت دې کیږي هر وطن کې 

په وطن کې په ما راغلو انقلاب 

تاج د راج لرې محبوبه په ختن کې 

د ختن نه واپس نه راځي جواب 

په ژړا مې تاپسې شوې سترګې سپینې 

سپین بشر چې دې کوم وختې کړم رایاد

[ ۲/۱۲۱]

 

[۱۰]

چې کسر یې د څلورو مسریو په شان ویل کیږي، خو په اصل کې درې مسرۍ دي. لومړۍ مسره یې دوه ټوټې وي، دواړه ټوټې په خپلو کې هم وزنه وي، خو هم قافیه نه دي، دویمه مسرۍ یې اوږده وي او ورپسې یوه لنډه ضمیمه ولري. لکه:

د سپین جبین دپاسه  - برېښنا کړي ټيک د زرو 

خواره په هر طرف لکه د شپې ورته زلفان دي 

میین لره توپان دي 

څپيز جوړښت:

 | د | سپين | جـ | بين | د | پا | سه | برېښـ | نا | کړي | ټيک | د | ز | رو |  
 | خوا | ره | په | هر | طـ | رف | لـ | که | د | شپې | ور | ته | زل | فان | دي
 | مـ | يين | لـ | ره | تو | پان | دي |   |   |   |   |   |   |   |  

یوبند:

د ورځو په پیوند – شین خال یې کوي خوند

مورچل یې دی نیولی په کې ناست دی بې وسواسه 

د سپین جبین دپاسه 

له تور پیکي نه لاندې ـ دا دواړه لاندې باندې 

یو ستوری د سبا بله سپوږمۍ د هنرورو ـ برېښنا کړي ټیک د زرو 

سپین مخ لکه اسمان دی – بدن کې د جانان دی 

دا شپه ستوري سپوږمۍ په کنارو کې د اسمان دي 

میین لره توپان دي

[۲-۱۹/۹۳]

 

[۱۱]

چې د کسر دواړه مسرې په یوه قافیه او یوه وزن وي او ورپسې یوه وړه بله مسرۍ هم د ضمیمې په بڼه ولري، لکه  د نورشالي داچاربیته:

مازیګر راشه په تلوار که زما یاريې 

برګودر له ځونه چې ملګري شو دلارې 

مازیګر راشه 

څپيز جوړښت:

 | ما | زيـ | ګر | را | شه | په | تلـ | وار | که | ز | ما | يار | يې |  
 | بر | ګو | در | له | ځو | نه | چې | ملـ | ګـ | ري | شو | د | لا | رې
 | ما | زيـ | ګر | را | شه |   |   |   |   |   |   |   |   |  

يو بند:

مازیګر راشه په تلواریمه بلبله 

د جینکو نه پاتې شوم ستا له کبله 

تاچې خبره د کوکۍ راته کوله 

راځه چې درکړم سپینه خوله زلفې تارتارې 

مازیګر راشه

[۸/۲۲۹]

 

[۱۲]

چې دوه کسره ولري، د لومړي کسر لومړۍ دوه مسرۍ یې په وزن او قافیه کې یو ډول او د دویم کسر دواړه مسرۍ یې له لومړي کسر سره توپیر ولري، خو دواړې په خپلو کې په وزن او قافیه کې یو ډول وي. لکه د ملااحمد جان دا چاربیته:

کسر:

زما([1]) په تاپسې طاعون دی صنم 

حال مې په مثل د مجنون دی صنم 

شوم لېونی د بیابان درپسې 

ځکه له خولې مې ځي سوران درپسې 

څپيز جوړښت:

 

 | ز | ما | په | تا | پـ | سې | طا | عون | دی  | صـ | نم
 | حال | مې | په | مـ | ثل | د | مجـ | نون | دی | صـ | نم
 | شوم | لېـ | و | نی | د | بـ | يا | بان | در | پـ | سې
 | ځـ | که | له | خولې | مې | ځي | سو | ران | در | پـ | سې

یو بند:

ځکه له درده په چغار یمه زه 

دننه زړه باندې پرهار یمه زه 

لکه فرهاد وطن مې غر شونا 

واړه عالم په ما خبر شونا 

ته شېرينۍ که راشې ماله یو ځل 

په وصالت مې کړې خوشاله یو ځل 

سر مې نسکور پروت په زنګون دی صنم 

حال مې په مثل د مجنون دی صنم 

[۲۴/۱۸۶]

 

[۱۳]

چې دوه کسره ولري، د لومړي کسر دواړه مسرې یې په یوه قافیه او ځانګړي وزن وي او دویم کسر یې لومړني هغه ته کټ مټ ورته وي.لکه د ملي شاعر ملنګ جان لاندې چاربیته - چې د پنجاب د استعماري حکومت او دیوه محکوم پښتون ترمنځ د سوال و ځواب په بڼه ویل شوې ده:

کسر:

س- دبزرګۍ  نښې راکې دي، فیض رسان یمه زه 

بلند نښان یمه زه 

ج-د مکر ګوډيه زه دې پېژنم انسان یمه زه 

کله نادان یمه زه 

څپيز جوړښت:

 

 | د | بـ | زر | ګۍ | نـ | ښې | را | کې | دي | فيض | ر | سان | يـ | مه | زه
 | بـ | لند | نـ | ښان | يـ | مه | زه |   |   |   |   |   |   |   |  
 | د | مـ | کر | ګو | ډيه | زه | دې | پېـ | ژ | نم | انـ | سان | يـ | مه | زه
 | کـ | له | نا | دان | يـ | مه | زه |   |   |   |   |   |   |   |  

 

نور بندونه:

س- دبزرګۍ نښې راکې دي، خدمتګار یمه زه 

ستاسو غمخوار یمه زه 

راځئ –راځئ په سر راځئ ستاسو بادار یمه زه 

د قام سردار یمه زه 

تاسو ته سمه لاره ښييم ذمه وار یمه زه 

تجربه کاریمه زه 

زما په نام اوسئ- تل به ارام اوسئ

خوښ به مدام اوسئ

زه مسلمان یم طرفدار د مسلمان یمه زه 

بلند نښان یمه زه 

ج- ته چې وی، زه یمه مسلم، ستا اسلامیت څنګه دی؟

ستا دیانت څنګه دی؟

د خدای رسول په لاره سم ستا عدالت څنګه دی؟

ستا شریعت څنګه دی؟

په مسلمان باندې ستا مهر و شفقت څنګه دی؟ 

ستا حقیقت څنګه دی؟

د چارسدې ماشومان ، هغه تورسري خواران ،چې شټېدل په میدان

دغه د چا دلاسه مړه شولو حیران یمه زه 

کله نادان یمه زه 

[ ۴۳/۴۵۸]

 

د همدغه شاعر یوه بله چاربېته هم په دغه وزن کې ډېره نامتو ده : 

 

پښتون زوی د بابا یمه ولاړ یم په میدان – مزبوت یم ملاتړلی 

په لار د قومیت کې به خپل ځان کړمه قربان – ماسر په لاس نیولی

په لار د قومیت کې یمه تېر ترسرو مال – دا رسم د پښتون دی

په دغه لار که مړ شم دغه مرګ ګڼم بهترـ ازاد زمونږ ژوندون دی 

تمام پښتانه یو دي، که په سمه دي په غر ـ پخوانه دا تړون دی 

وطن زمونږ ناموس  دی ، په ناموس وژنو خپل ځان 

ما ځان په مرګ شمېرلی

[۱۴]

چې دوه کسره یا څلور مسرۍ ولري، ټولې دا مسرۍ په یوه وزن او یو ډول قافیه وي. لکه د زرجان شاعر دایوه:

کسر: 

لیلا سپین مخ دې ګلاب، سترګې لالونه 

د جبین په منځ دې ایښي شنه خالونه 

باڼه غشي تورې زلفې دې مارونه 

کږې وروځې دې لیندۍ غوڅوي زړونه 

څپيز جوړښت:

ج

 | ليـ | لا | سپين | مخ | دې | ګـ | لاب | ستر | ګې | لا | لو | نه
 | د | جـ | بين | په | منځ | دې | ايـ | ښي | شنه | خا | لو | نه
 | با | ڼه | غـ | شي | تو | رې | زلـ | فې | دې | ما | رو | نه
 | کـ | ږې | ورو | ځې | دې | لينـ | دۍ | غو | څـ | وي | زړو | نه

 

بند:

لیلا سپین مخ دې ګلاب، بدن دې باغ دی 

تورې زلفې دې کړې غوړې په پلېلو 

مازیګر ایښی زما په زړګي داغ دی 

خوشبويي درڅخه خېژي د رامبېلو 

سور پېزوان دې اتشي، ځلاند څراغ دی 

عاشقان دې بې ګنا وسول په تېلو 

خوارو زار درته ولاړیم په دربار کې 

خدای دپاره شاه قبول مې کړه سوالونه 

 

[۱۵]

چې دوه کسره ولري، د لومړي کسر لومړۍ دوه مسرۍ په قافیه او وزن دواړو کې سره بېلابېلې وي، د دویم کسر لومړۍ مسره لویه او دویمه د لومړي کسر د لومړۍ مسرۍ په بڼه وي، خو قافیه یې بل ډول وي. لکه د صاحبزاده غلام قادر دا چاربیته:

کسر:

مرمه بې له تانه 

ګډ د ځان په ویر 

یه محبوبې ستا په یارانه کې مې طاعون شو

حال مې د مجنون شو

څپيز جوړښت:

 

 | مر | مه | بې | له | تا | نه |   |   |   |   |   |   |   |  
 | ګډ | د | ځان | په | وير |   |   |   |   |   |   |   |   |  
 | يه | محـ | بو | بې | ستا | په | يا | را | نه | کې | مې | طا | عون | شو
 | ححال | ممې | دد | ممجـ | نونون | ششو |   |   |   |   |   |   |   |  

یو بند:

مرم ستا په یارۍ کې ـ پروت یم په خوارۍ کې 

ساه مې ده مرۍ کې 

اوس د ژوندانه تمه مې قطعه شوه له ځانه 

مرمه بې له تانه 

اوس مې زنکندن دی – روح مې په رفتن دی 

پاتې دا وطن دی 

ستا د بڼو غشی مې ښخ شوی په ضمیر 

ګډ د ځان په ویر

[۲۴/۳۴-۳۵]

 

[۱۶]

چې کسر یې څلور مسرۍ ولري، او لومړنۍ دوه یې په خپلو کې هم وزنه او هم قافیه او په ورپسې دوو کې یې لومړنۍ اوږده او دویمه لنډه او له لومړنیو دوو مسریو سره په یوه قافیه نه وي. لکه د باجوړ د ګوجر شاعر دا یوه:

 

کسر:

مینې دې ستي کړمه 

ژوبل دې دستي کړمه 

مادرته نیولې په امېد هیله لمن ده 

مه کړه ناپسنده 

څپيز جوړښت:

 

 | ميـ | نې | دې | سـ | تي | کړ | مه |   |   |   |   |   |   |  
 | ژو | بل | دې | دسـ | تي | کړ | مه |   |   |   |   |   |   |  
 | ما | در | ته | نيـ | و | لې | په | ا | مېد | هيـ | له | لـ | من | ده
 | مه | کړه | نا | پـ | سنـ | ده |   |   |   |   |   |   |   |  

 

بند:

مینه دې دریاب وینم ـ ځان په کې غرقاب وینم 

درله دې راغلی یم، چې ونه وایې سپورې جنۍ 

بد-بد راته ګورې جنۍ 

ګورم درته بد هلکه ـ تابه کړمه رد هلکه 

مه راځه پالنګ له زما، بل وارې به شور وکم 

خبر به مې په مور وکم 

[۴۴/ ۱۴۳]

 

 

زنځيرۍ چاربيتې:

زنځيرۍ چاربیتې د چاربیتو یو ځانګړی ډول دی، چې د موضوع او مضمون د تسلسل په خوا کې همغږي لفظونه هم لري. د دغه چاربیتې د هر بند الفاظ داسې برابر شوي وي، چې سره هم قافیه وي او یو ځانګړی موسیقیت راښيي.

د همغږو لفظونو ترتیب په کې له پیل (کسر) نه شروع کیږي او د ټولو بندونو په هره مسره کې لیدل کیږي. عموما د بندونو د مسریو پیل په ساده لفظونو وي، خو تر درې، یا څلورو څپو وروسته همغږي لفظونو پیلیږي، چې بیا د مسرۍ ترپایه تکراریږي. 

د پښتو په ولسي او عروضي دواړه ډوله شاعرۍ کې له زنځيري چاربیتو پرته د دغه ډول شعرونو بیلګې نه دي کتل شوي او په یو ځل اورېدو سره یې د قوت، روانۍ، د موضوع د انتخاب او د لفظونو د لوړ اغېز اندازه لګېدی شي.

دا ډول چاربیتې پیاوړيو ولسي شاعرانو ویلي. په دې مانا چې هر ولسي شاعر دغومره خواري، فکر او ذوق نه شي تولیدولی، چې د لوستونکو زړونه پرې خپل کړي.

زنځيرۍ چاربیتې زیاتره نیمه باسوادو ولسي شاعرانو ویلي، ځينې یې دیني ملایان او اخوندان دي، چې په پښتو او عربي ژبو دواړو کې لږو ډېره مطالعه لري؛ ځکه نو دوی د خپلې دغه مطالعې په برکت د همغږو الفاظو د موندو استعداد موندلی، خو د دوی د فکر بڼه، طرز، د شعر چوکاټ او شعري چاپېریال  ولسي دی. بل پلو د دوی شعري محتویات هم ولسي دي او له ولسي پېښو نه رنګ اخلي. 

د زنځیرۍ چاربیتو په کتو د پښتو ولسي ادب اصلي روح وکیفیت ته ننوزو او وینو، چې پښتون چاپیریال او فکر څه ډول خپل وطني ارزښتونه په نویو فکرونو او کالبونوکې ځاییولی شي. د چاربیتو دغه جوړښت ترنورو ګران دی او داسې ښکاري، چې د هر ولسي شاعر کار نه دی.

دا چاربیتې نیمه باسوادو او له سواد نه بیخي محرومو ولسي شاعرانو دواړو ډلو ویلي. داچاربیتې هم دکسرونو د تنوع، د بندونو د ډېروالي او د الفاظو د ټاکنې له مخې په بېلابېلو بڼو وېشلی شو؛ خو د لنډون په مخه ترې تېرېږو او دلته یې یوازې څو رنګارنګ بیلګې خوندي کوو.

 په پیل کې د غزني د ملا زاهد دا نامتویوه:

 

کله به راوړې دواړه لبې دې رنګین شېرین 

سپین دې جبین، زرین، مخ دې ځلیږي

کله به راوړې دواړه لب، شات وملهم، صنم 

مه کړه ستم، هردم، په غضب ښورې 

سرې  دې مونګولې، همېش وړې زړونه قلم، قلم 

اخلې قدم، په چم، سترګې دې تورې 

په در دې پروت یم، همېش غواړم، ستا کرم، محکم 

لرې کړه غم، الم، که رب ته ګورې 

نن دې په غاړه باندې زانګي لونګین، رنګین 

سپین دې جبین، زرین – مخ دې ځلیږي

کله به راوړې، غونډۍ زنه، لکه قند، که خوند 

ستا په کمند، شوم بند، یمه اسیر

باڼه دې غشي، د لیندۍ کوي، خدنګ، غورځنګ 

راشه په څنګ، یو درنګ، زه یم دلګیر

نن دې په غاړه باندې زانګي، تورلونګ، قشنګ 

زه شوم ملنګ، پتنګ، صورت زهیر

شینکی دې خال دی، پاس پرتخت، پاچا د چین ماچین 

سپین دې جبین، زرین، مخ دې ځلیږي

دلګیره مه شه، خوله مې شه، ترتا قربان، جانان

دا سره لبان، په شان د قند لرمه 

حسن دې ډېر دی، هنګامه یې په جهان، عیان 

ابرو کمان، زلفان، کمند لرمه 

ښه راته وګوره، چې څه ښه مې دی شان، دوران 

در مې دندان، مرجان د هند لرمه 

د ښکلو نجونو شنه خالونه په جبین، سنګین 

سپین دې جبین، زرین، مخ دې ځلیږي

کله به راوړې، سپینه خوله دې شکراب، ګلاب 

مزه د ناب، شراب په شان کوینه 

زلفې دې زانګي، په سینه دې پېچ و تاب، تناب 

ساز درباب، دولاب، اواز کوینه 

ژیړ دې پېزوان دی، د زاهد غریب قصاب، جلات 

ستا د نقاب، دباب، بیان کوینه 

په درد دې پروت یم، همېشه یمه خواشین، غمګین 

سپین دې جبین، زرین، مخ دې ځلیږي

[۶:۷۶-۷۵]

د محمدین تیلي د نوښار یوه زنځيرۍ چاربیته، چې د ملازاهد چاربیتې ته ورته ده:

کله به راشې په پوښتنه د ملنګ – کړې څنګ

لرې کړه زنګ – شوم رنګ- ستا په تومت کې 

کله به راشې – چې دې وکړمه دیدار- سهار 

زړه مې پرهار – دیار، له لاسه ډېر دی 

شومه په غم کې ستا د مینې ګرفتار په جار

وسوم په نار- انګار، رانه چاپېر دی

اخر به تېر شي، د نیمګړې دنیا وار، په خوار 

ماخله ازار – بیمار، په زلفو ګېر دی 

مخ دې چراغ دی پرې راځم لکه پتنګ په شرنګ 

لرې کړه زنګ شوم رنګ – ستا په تومت کې 

زه درنه غواړمه د سرو لبو انعام – مدام 

کوم سلام – غلام ، یمه د یار 

په مخ دې ایښی دی د تورو زلفو دام – مقام 

ستا په ظلام – ماښام –شومه ایسار 

چیرې دې ونه لېږه، ما لره پیغام – کلام 

د لبو جام ګلفام – یمه بیمار 

راځه چې څملو محبوبې، په سره پالنګ، یو درنګ 

لرې کړه زنګ ،شوم رنګ، ستا په تومت کې 

دا زه «تیلي» کوم صفت د شېخ کبیر- فقیر 

لوی یې تاثیر – نظیر، لري هرچاته 

مادې نیولی د کاکا صاحب جاګیر- کبیر 

شو هواګیر -  ضمیر، مې دده خواته 

زه محمدین یمه مرید د دستګیر - امیر 

کامل مې پیر – قجیر، تښته کم ذاته 

په زړه مې وخوړ، تېره غشی د خدنګ – د ورنګ 

لرې کړه زنګ – شوم رنګ، ستا په تومت کې 

[۲۴/ ۱۰۲-۱۰۱ ]

دسپین په نامه دیوه شاعر د چاربیتې ځينې برخې:

کله به راوړې زیړه زنه سمرقند، کا خوند 

ستا په کمند، شوم بند، د تورو زلفو

کله به راوړې، زه شوم ستا په غم زهیر- دلګیر

زخمي په تیر- حقیر، ګرځم پرکاله 

د ستا د حسن صفتونه کا صغیر کبیر ـ پلار دې امیر، کشمیر 

خوري په اقباله 

ستا باڼه غشي مې ختلي ترضمیر تاو ګیر 

لټوم پیر فقیر، کوم ترې سواله 

مولا دې راکه، بې له تا مې نه دی ژوند، پسند

ستا په کمند، شوم بند، د تورو زلفو

رب دې رامه کړه، یاره نه لرې، دولت، قوت 

په هر ساعت، صفت- مه کړه د ځانه 

پوره به نه شي زما ستا د محبت، وصلت 

پرېږده حجت، صفت، پاڅه جانانه 

سخته به وویني هرګوره د قیامت، فرقت 

پرېږده صحبت، وصلت، درومه فی الحاله 

ستا صفتونه کوي درست خلک مومند، هرچند 

ستا په کمند شوم بند، د تورو زلفو

[۲۰/:۱۸۳]

د ملازاهد یوه زنځیرۍ چاربیته، چې موضوع یې دیني مسایل او د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د فضلیت بیان  دي:

نن شپه مې بیا په خوب لیدلی د دلبر، بشر

لولاک په سر د لمر په شان ځلیږي

دا ستا له رویه خدای پیدا کړه دا دنیا،سما، مخ یې رڼا، برېښنا 

دور یې دندانه 

دی په باطن کې اولین دی، ترهرچاپیدا، نه وو بابا، حوا

بې له سبحانه 

عمل مې نه شته، همېشه یم ، پرحذر خطر

لولاک په سر د لمر په شان ځلیږي

قول یې خوند داسې کړي زېب لکه، حلیب

زه عندلیب، غریب ، شومه بېماره 

زه خوار په تمه که مې ځانته کړې قریب، حبیب

هم دی خطیب، مطیب،  د کردګاره 

هم خوارو زار یم، چې په مخ کې مې سفر، محشر

لولاک په سر دلمر په شان ځلیږي 

«زاهده» راشه توبه ګار شه، په اخلاص، ته خاص

دورکړه وسواس،خناس له خپل وجوده

دا مجازي مینه دې ټوله ده لباس، قیاس

وکړه هراس، په تاس له خپل معبوده 

له ډېره عشقه مې کړ جوړ د عشق دفتر، بهتر 

لولاک په سر دلمر په شان ځلیږي.([2])

[۱/۲۳۳]

د محمدجان په نامه د یوه ولسي شاعر زنځیرۍ چاربیته 

په تور وربل دې کتار کړي، سره ګلان، دي ګران 

نه دي ارزان، قربان، ستا له جماله 

په خمارو سترګو دې پورې کړو کجل، اول 

لکه بلبل، په ګل، چې کړم رایاد

په تور وربل دې کتار کړي الول، په چل 

زه دې کړم، دل یو ځل، کوم فریاد

زه دې جدا کړم، په ژړا لکه ایوان، په ځان 

نه دي ارزان، قربان، ستا له جماله 

نامردې ولې دې له ځانه کړم جدا، ګدا 

مل مې سودا، همدا، اخلې ازار

یو وارې راکه د سورکو شونډو مزه، خوږه 

نه یم مرده، زنده، په زړه بیمار 

سوال مې منظور که، راکوه سورکي لبان، پنهان 

نه دي ارزان، قربان، ستا له جماله 

یو وارې راکه اثري زنه نباب، احتیاط 

نه به یې کم مات، په ذات، دامې سوګند دی 

په یارانه کې دې په ما کړی پسات، لږ زیات 

راکړه برات، میرات، خراب مې ژوند دی

لکه مجنون درپسې شوم، څيرې ګرېوان، خزان 

نه دي ارزان، قربان، ستا له جماله 

لکه مجنون درپسې تل کومه شور، سرتور 

نه شته پېغور د اور، واوره دلبرې 

غمازان وايي، په ما داسې تومت تور، لانور 

ډيلی لاهور مې کور، واوره خبرې 

اخر به لاړ شي، دې دنیا نه «محمد جان» ارمان 

نه دي ارزان، قربان، ستا له جماله 

[۶/۱۵-۱۶]

دعبدالواحد ټېکه دار یوه زنځيرۍ چاربیته، چې له پورتنیو ډولونو یو څه ځانګړې ښکاري:

کسر: 

وګوره دبدب، زما – سل مې په اردل کې ځي 

سل مې غلامان دي، سل اسونه، په سل لارې ځي 

سل په کې ریبارې ځي

بندونه:

سل مې محلونه دي- سل مې بورجلونه دي

سل په کې ډالونه دي 

سل پرې  اوېزاندې کټارې دي د غضب زما 

وګوره دبدب زما 

سل دې جلاتیان په کې – سل دې درانچیان په کې 

سل دي نوکران په کې 

سل مې لګېدلي خنجرونه په وربل کې ځي 

سل مې په اردل کې ځي 

سل دې سویلۍ زما- سل ګډې چيلۍ زما 

سل پړي سیلۍ زما 

سل مې کجاوې- د سلو سترګو راته دارې ځي

سل په کې ریبارې ځي 

سل مې صفتونه دي - سل مې نوبتونه دي 

سل مې جوماتونه دي 

سل مې شجرې دي - سل کتابه د نسب زما 

وګوره دبدب زما 

سل مې سفیرۍ کوي- سل مې ناظرۍ کوي 

سل زمیندارۍ کوي 

سل مې په قولبو پسې جامبړې په غوبل کې ځي 

سل مې په اردل کې ځي 

سل مې ماشومانې دي - سل په کې ځوانانې دي

سل مې بوډاګانې دي

سل مې مخکې روستو- سل کم عقلې، سل هوښیارې ځي 

سل په کې ریبارې ځي 

سل مې دې ښکاریان په کې - سل مې دي تازیان په کې 

سل مې دې هاتیان په کې 

سل په زنځيرونو - سل تړلي په جلب زما 

وګوره دبدب زما 

سل دي حساب ګر زما - سل دې شهنازګر زما 

سل دي جادوګر زما 

سل دبڼو غشي - سل اورنګه ترې زلزل کې ځي 

سل مې په اردل کې ځي 

سل په کې په وخت وځي - سل سره د تخت وځي 

سل په زړګي سخت وځي 

سل په کې نېزې - سل ایرانۍ تورې ابدارې ځي 

سل په کې ریبارې ځي 

سل د شرافت په کې – سل د شرارت په کې 

سل د حفاظت په کې 

سل په کې د روم دي – سل د ترکو، سل عرب زما 

وګوره دبدب زما 

سل دې دورانۍ په کې – سل دې جرمنۍ په کې 

سل کوي خانۍ په کې 

سل - سل اشرفۍ ترېنه جلبۍ له یوغزل کې ځي 

سل مې په اردل کې ځي 

سل د باغيچو سره - سل مې د مورچوسره 

سل د تمانچو سره 

سل دې ټېکداره په جازونو کې بمبارې ځي 

سل په کې ریبارې ځي     [۲۷/۶۴]

 

 

 

دملاعبدالحنان داعي د چاربیتې یو بند:

نوره توبه شه د خوبانو له یاري، زاري، کوم خواري واري 

د یار په در کې 

نوره توبه شه، زیاتې نه وړمه ستم ، د غم

زړه مې قلم شو، دم – ترېنه بهیږي

دا ستا په مینه کې خبر تمام، عالم ،امم 

عرب، عجم، ملهم – پرما لګیږي 

درب دپاره نظر وکوه صنم، یو دم 

کېږده قدم په چم- زړه مې رپیږي 

که راته پورته کړې دا سترګې اثري، زاري 

کوم خواري واري، دیار په درکې 

ترپایه

[۱۹/۱۲۴]

 

د پښتو چاربيتو ځينې نور ډولونه

دساده او زنځيریو چاربیتو ترمنځ یو بل ډول چاربیتې هم ښکاري، چې نیمه زنځيرۍ چاربیتې یې بلو.

د چاربیتو دا ډول نه ساده دي او نه دپورتنیو زنځيریو چاربیتو غوندې پوره زنځيري بڼه لري. بلکې د یادو دواړو ډولونو ترمنځ –منځ یو ډول حالت یې ګڼلی شو. د پښتو فولکلورپه ځينو کتابونو کې دغه ډولونه هم زنځيري بلل شوي، خو ځينو بیا په سادو کې ګڼلي. موږ به یې دلته یوازې ځينې بیلګې ولیکو. 

دملاعبدالقادر یوه مشهوره چاربیته :

تور لونګین دې د سینې سره په جنګ و، دانه لاچې لونګ و 

ګونګورو دې کاوه شور

تور لونګین دې د سینې سره مدام 

زنه دې سېب، لب دې حریر واوره ګلفام 

ودې ویشتم، چې راښکاره شولې په بام 

د خدای دپاره رحم وکه په ملنګو 

دانه لاچي لونګ و، ګونګورو دې کاوه شور

نامردې زړه دې رانه یوړو په مونګل کې 

تا رنګارنګ ګلونه ایښي په وربل کې 

ودې ویشتم، چې راښکاره شوې په محل کې 

شوم لېونی، ځکه پیالې څکمه د بنګو 

دانه لاچي لونګ و- ګونګرو دې کاوه شور

ایېنه کې ګوري هغه مسته ګل خوبانه 

نرۍ نرۍ شغلې یې خېژي له پېزوانه 

محبوبا مرم – تمه مې نه شته دی له ځانه 

چې اورېدلی مې دا ستا د باوو شرنګ و 

دانه لاچي لونګ و- ګونګرو دې کاوه شور

د مازیګر اوبو له ځي، ایېنه کې ګوري 

دا شنه خالونه دې جبین کې لکه ستوري 

د چندړ لښته د سهار په شمال ښوري 

ګودر له ورشه که کوې سیل د خوش رنګو 

دانه لاچي لونګ و- ګونګرو دې کاوه شور

زه یم طالب ملاقادر دامې ګفتار 

ځای مې ګوشته، که څوک لري راته اختیار 

پیر مې کامل ناپوه شاعر به کړم ایسار

ماچې لاس ایښی د اشنا په زلفو چنګو 

دانه لاچي لونګ و- ګونګرو دې کاوه شور

[دارواښاد منور له یوه نوار نه استخراج شوه.]

 

که څه هم د حمید ګل په نامه د یوه ولسي شاعر لاندینۍ چاربیته د فورم له مخې ساده بڼه لري، خو د الفاظو د هماهنګۍ له امله دا د پښتني چاربیتو یو ځانګړی ډول ګڼلی شو:

یا ټيک ستا په جبین دی – یا سترګه د سبا ده 

یا جام د چین ماچین دی – یا سپینه خوله زېبا ده 

یا ستا د خولې خبرې – یا جام د سمرقند دی 

یا ستا شونډې نادرې – یاخوږ د خورما خوند دی 

یا تورې ملغلرې – یا ستا د وربل بند دی 

یا ستا کمیس رنګین دی – یاخو د شاه قبا ده 

یا ټيک ستا په جبین دی – یا سترګه د سبا ده 

یا عطر د ګلابو – یا ستا د مخ خولې دي 

پیاله ده د شرابو – یا سترګې د لیلې دي 

یا خوند دی د کبابو – یا بنګ د بنګالې دي 

یاهجر سخت ترین دی – یا تبه یا وبا ده 

یا ټيک ستا په جبین دی – یا سترګه د سبا ده 

یا ستا سترګې رڼې دي – یا ستوري د اسمانه 

یا ښې سرکۍ مڼې دي – یا ستا سپین زنخدانه 

یا د تاووس بڼې دي – یا زلفې دې شان شانه 

 یاخوند د انګبین دی – یا ستا خوله مربا ده 

یا ټیک ستا په جبین دی – یا سترګه د سبا ده 

یا باغ د زیړو ګلو – یا ستا ښکلی کاکل دی 

یا غږ دی دبلبلو – یا زړه د حمید ګل دی 

یا تېغ د غوڅولو – یا ستا خوني چارګل دی 

یا دا مرغه زرین دی – یا هغه محبوبا ده 

یا ټيک ستا په جبین دی – یا سترګه دسبا ده 

[۲۳: ۶۵-۶۴ ]

 

د عبدالواحد ټېکه دار([3])، ځينې نورې چاربيتې:

کله وي تیاره، کله رڼا، کله سیلۍ په کې 

کله وي ږلۍ په کې، کله وي باران 

کله وي وریځ، کله په ګلو کې غونچې وینم – کله بیم باجې وینم 

کله وي ځنګل، کله غنم، کله تيلۍ په کې 

کله وي ږلۍ په کې، کله وي باران ([4])

[۲۷/ ۲۹.]

اویالکه دتاج محمد مومند داچاربیته :

ته چې ځې اخر به ځې وايې هردم دم دم

ماته څله هرساعت وايې، چې ځم ځم ځم 

ته چې ځې اخر به ځې له مانه یار یاریار

یمه زه به درپسې پرېشانه یار یار یار 

زړه به صبر شي زما له تانه یار یاریار 

څه موده به تېروم په زړګي غم غم غم 

ماته څله هرساعت وايې، چې ځم ځم ځم 

[۴۴/ ۱۴۳]

وروستۍ یادونه: که پښتني فولکلوري ادب وپلټل شي او وکتل شي، کېدی شي چې د چاربیتو ځينې نور ډولونه هم ترې راووځي. نور ځوان څېړونکي باید دا چاره بشپړه کړي.


کسرونه

 

کسرونه د پښتني فولکلوري منظوم ادب یو بل ډول دی، چې یو وخت د مروتو کسرونو په نامه پېژندل شوي وو، خو څرنګه چې دا کسرونه یوازې په مروتو نه بلکې په ځينو نورو پښتني قبایلو پورې هم تړاو لري، نو ښه ده، چې یوازې کسرونه یې وبلو.

د کسر مانا ماتېدنه، ماتوالی، ماتونګ، عیب، نقص، کمی، کمښت، د شعر مطلع...ښودل شوې ده.

کسر هغه منظوم جوړښت دی چې د دوو یا زیاتو پښتني خېلونو یا قبیلو په منځ کې د دښمنیو او جګړو حالات بیانوي. یا دا چې د خېلونو د مشرانو حالات په کې راغلي وي. 

کسرونه له مروتو پرته په خروټو، ستراڼيو، ګنډه پورو او سلیمانخېلو قبایلو کې هم شته.

کسرونه د ځينو نورو فولکلوري ژانرونو غوندې یوه بڼه نه لري، کله یې د پیل دوه مسرۍ په خپلو کې څپيز برابروالی لري او کله یې یوه تربلې ډېره وي. ځينې کسرونه دوولس څپیز، ځينې دیارلس او ځينې یې څوارلس او یا تردې هم لا زیات وي. په منځ کې یې هم د بیتونو د څپو شمېرهرکله یو ډول نه وي. 

دلته به د سورکمند او میداد خېلو (غزني خېلو) د مړینو په اړه دا یوکسر ولیکو:

غوژ کېو یارانو په فرمان  د خدای تعالی

توری خرپ دی وکه غزني خېل چې ارسلا

واړه میدادخېلو مرکه دې وه بللې

په قران دې وېسه وکړه بیادې شې قیصې کولې

دروۍ دې ورته خوشه کړه، برامو په سلا

نوروکه چا وزله،چابه ورته مړی پوروه

ارسلا په دغه ګرم و، چې نیولی یې په کور و

جان یې په ورګډ که په هډو سلا بلا

وریې وسته کورته په پوزي یې کړله پینډه

داوویل سورکمنده ارسلا کړه درچرګنده

ګورئ ارسلا مې توره نه کاژي له چنګه 

په خولې درته ژغیږي، پټه زړه چې یې ده غلا

سور کمند ویل، چې وروره های بڼیا به نه سي نوره 

موژ پورې ناموس  ده، موژ ډارېژو له پېغوره 

هیچېرې دشمن ته کړې نه ده ماسله 

............

[۲۵/ ۲۰-۱۹]

یوبل کسر

چرنګه حیران یم، دچیشتن الله په کړه

ویلو ته مې پام سه اوس مې نه دریژي زړه

زړکای چې مې شیار څه، شیارتوب یې ما وپارڅه 

چې وزر لاسته بېخول دی، کسب نه سي یې لوړه

لومه نه وه نقصان و، ګلرنګ کړی په ځان و، 

دشمنو، به چې مړ که ده لا کوټ په چې تاړه

ګلرنګ یې مرګی پسه میداد خېلو کډې لاړې 

وطن ورته سور اورسه اوس یې ولیده چاړه

چلور کاله چې تېرشو، دچیشتن حکمونه ګوره 

یوټولی میدادخېل ورته راغلي وو، له کوره 

درب که پهلوان وه خبروه له دغه پوره

....

[۲۵/۲۵]


مقام

 

مقام ته ځينې پښتانه رباعي هم وايي، د پکتیا په ځينو سیمو کې یې پام بولي. دا د پښتني فولکلوریو ځېل دی، چې په هنري مجلسونو کې تر چاربیتې، بګتۍ، داستان او نورو سندرو له مخه ویل کیږي، د ویلو بڼه یې سړه وي او اکثره وخت نصیحتي ډول لري.

د مقام جوړښت کټ مټ د عروضي شعر غزل ته ورته دی . په دې توګه چې د کسر لومړنۍ دوه مسرۍ یې په خپلو کې هم قافیه او هم ردیفه وي او وزن یا څپیز جوړښت  یې  له پیله تر پایه په ټولو مسريو کې په یوه اندازه وي. د مقام د بیتونواندازه څرګنده نه ده، کله ډېر وي او کله لږ، په تېره د ویلو په وخت.  دا په ویونکو پورې اړه لري، چې څومره یې وايي.

 کله داسې وي، چې یو مقام د شاعر له خوا اوږد ویل شوی وي، خو د ټنګ ټکور په وخت، ویونکي یوازې دوه بیته او یا تردې زیات ټاکي. په دې توګه دا نه شي څرګندېدی، چې مقام دې ګنې هم د غزل په شان له پینځو تر پینځلسو بیتونو وګڼل شي.  

ځينې څېړونکي مقام  د یوه ژانر په بڼه نه مني، ځکه وايي دا غزل دی. خو کله چې پښتو فولکلوري  ژانرونه ښييو، باید یادونه یې وکړو، ځکه چې که شکل یا بڼه یې غزل ته ورته ده، نو فکر، احساسات، انځورنه او خیالونه یې ولسي رنګ لري، چې له دېواني او عروضي شاعرۍ نه یې بېلوي. 

پخوا به د مقام په جوړښت کې یوازې نصیحتي مسایل کتل کېدل، خو په دې ورستیو کې په کې عشقي او نور ټولنیز مسایل هم راننوتي دي. 

بله د یادونې وړ خبره داده، چې اوس-اوس پښتني سندرغاړي نه یوازې د ولسي شاعرانو بلکې د دیواني او عروضي شاعرانو غزلونه هم د مقام په بڼه وايي. یعنې که د شعر مانا او مفاهیم په نظر کې ونه نیسو نو په پښتو موسیقۍ کې دواړه یو ډول دریځ لري. البته هرغزل مقام نه شي کېدی، مانا داچې که د عروضي غزل د څپو جوړښت او وزن او د ویلو خاصه بڼه د فولکلوري مقام په شان نه وي، نو بیا یې ویونکي نه وايي، یا یې نه شي ویلی او غزلې معمولا د سندرو په بڼه ویل کیږي. ځکه نو وایو، چې مقام که غزل ته ورته دی، نو د ویلو خاص اهنګ، بڼه، وزن او انداز لري اوداهغه څه دي، چې له غزل نه یې بېلوي. 

مقامونه هم بې سواده ولسي شاعرانو ویلي او هم نیمه باسواده شاعرانو.

 دلته به د ملي شاعر ملنګ جان دوه مقامونه  په بیلګو کې ولولو:

ځانته ودروه پښتو، پښتونه وروره           

هرګز مه غواړه پولاو د بل د کوره 

ترهزار نعمته دا انسان ته بس دي 

سوړ جواری، چې د چاوي د خپل د شکوره 

زیږپښتون سره زیږه شړۍ جوړیږي

پروا نه لري، که وي په سر سرتوره 

زار قربان شم، د وطن د توت سونځلې 

ام، کېلې ته زړه ښه نه کړې دلاهوره 

خپل خمتا باندې کړه فخر ملنګ جانه!

د پردي پشمینه ډک وي د پيغوره 

[د ارواښاد منور له یوه ثبت کړي نوار نه]

 

د ملنګ جان یو بل مقام هم ډېر نامتودی:

ځوانې ښځې ته چې ونه وایې ترور 

هغه دم به دې برباد کړي پلار او مور 

هرسبا به دروازه کې درته ناست وي 

چې وانه خلې نادیده سړي نه پور 

بې ګناه وهل به خوري ازار به یې ستا وي 

که دې ورکړه په بدل کې لوراو خور 

کېناستی د هغو وکړه ملنګ جانه!

چې دې سم وي په کنډه ورسره زور

[دولسي سندرغاړي سیدمحمد  له یوه نوار نه استخراج شوه]

د مقام د نومونې په باب په دقیقه توګه نه پوهېږو، ځينې وايي، له دې امله چې مقام په پښتو کې د«ځای» په مانا دی او پښتو مقامونه ولسي هنرمندان تر لوبو، چاربیتو، بدلو، بګتیو او غزلو مخکې وايي او ځای یې څرګند دی، نو ځکه یې مقام بولي. نور بیا وايي، څرنګه چې مقام اکثرا د پند او نصیحت خبرې وي او که چا پرې عمل وکړ، نو د یوه لوړ اخلاقي مقام خاوند به شي، ځکه نو مقام ورته وايي. داچې رباعي ورته ولې وايي، دا هم څرګنده نه ده، ځکه، چې رباعي بیا په عروضي او دیواني شاعرۍ کې څلوریزې ته وايي. کېدای شي  دا د سندرغاړو له خوا د څلورو مسریو د ټاکنې او یاهم  د ولسي خلکو په خولو کې د لوېدو له امله وي. 


بدلې

 

بدلې د خاصو سندرو یوه بڼه ده، چې کله دوه، کله درې او کله هم څلور اوږدې او لنډې مسرۍ لرلی شي. د بدلو سکښت او جوړښت په یوه بڼه نه دي، د بڼې له مخې سره توپیر لري، چې ځينو څېړونکو په بېلابېلو ډولونو وېشلي دي.

په ځينو سیمو کې بدلې د سندرو په عامه مانا ګڼل کیږي. خو د فولکلور څېړونکو له خوا د یوه خاص ژانر په بڼه هم راپېژندل شوي. ډېری وخت د بدلو شاعران معلوم وي، خو ځينې داسې بدلې هم کتل شوي، چې شاعر یې معلوم نه وي، یا به د ویلو په وخت له خولو لوېدلی وي، خو داسې بدلې ډېری کتی شو، چې شاعران یې معلوم خلک دي، ځکه نودا په خاصو فولکلوري ژانرونوکې یو ګڼو. 

د بدلو د پیل وخت لکه د نورو فولکلوري ژانرونو په شان معلوم نه دی او داسې ښکاري، چې داهم یو لرغونی او زوړ شعري کالب دی. 

ځينو څېړونکو بدلې د غزلو یا مقام په شان یو چوکاټ بللی، خو دابه معقوله نه وي، چې یوازې د وینګ د بڼې له مخې موږ ورته ژانرونه په بېلابېلو نومونو وپېژنو. که د مقام او عروضي غزل کالب ته ورته شعرونه بدلې ونه بلو، سمه به وي. ځکه موږ د بدلو داسې ډولونه هم لرو، چې د بڼې له پلوه  له غزلو او مقامونو سره توپیرلري.  

بدلې په عامه توګه په دوه ډوله دي:

۱.ساده بدلې ۲.سپرې بدلې

دا نومونې د ویلو د بڼې له مخې ورکړل شوي. ساده بدلې په سست او ورو حالت کې او سپرې په لږڅه تونده او چټکه ژبه او وینا ویل کيږي. څنګه چې  د وینا په انداز کې یې توپير ښکاري،  ځينې وخت په الفاظو کې هم توپيرونه ښيي.

په پښتو کې لومړنۍ ترلاسه شوې بدله د شېخ بوستان بړېڅ ده، چې د لسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې تر زرم هجري کال وړاندې ویل شوې: 

اوښکې مې څاڅي پرګرېوان یو وار نظر که پرما 

راشه ګوزر که پرما 

د بدلو ځينې عام ډولونه:

[۱]

چې د هر بند لومړنۍ مسره یې لنډه او بله اوږده وي.وروستۍ برخه یې د یوې اضافه ضمیمې په بڼه لوستل کیږي. لکه دمحمد دین دا بدله:

کسر:

ګل دې په زلفو باندې کتار دي 

دواړه چشمان دې محبوبا ګل د انار دي توبه –توبه

څپيز جوړښت:

 

 | ګل | دې | په | زلـ | فو | بانـ | دې | کـ | تار | دي |   |   |   |   |   |   |  
 | دوا | ړه | چشـ | مان | دې | محـ | بو | با | ګل | د | ا | نار | دي | تو | به | تو | به

 

بندونه:

تاچې اېینه مخ ته نېولې 

شینکي خالونه دې په مخ وهلي چار دي توبه –توبه 

چمن یې جوړ کړ ګل دپاره 

په کې بلبلې، شنه توتیان ګډ په چغار دي توبه- توبه 

رب چې پیدا کړې زمونږ رسوله 

ښایسته نبي –مخ ګلابي، یاران دې چار دي توبه-توبه

ته فضل وکړې په محمدینه 

څومره غمونه په تیلي غریب امباردي توبه-توبه

[۲]

چې کسر یې څلورمسرۍ لري، اودویمه او وروستۍ مسره یې هم قافیه وي او لومړۍ او درېیمه، دوه یې خپلواکې وي لکه د«خسرو» دا یوه:

کسر:

مجنون په شانته ګرځم- د لیلا پسې دېوانه 

ځنګل په ځنګل سر شوم – هیڅ اګا نه شوم له ځانه 

څپيز جوړښت:

 

 | مجـ | نون | په | شانـ | ته | ګر | ځم |  
 | د | ليـ | لا | پـ | سې | دېـ | وا | نه
 | ځنـ | ګل | په | ځنـ | ګل | سر | شوم |  
 | هيڅ | ا | ګا | نه | شوم | له | ځا | نه

بندونه:

زه سوخته سینه کباب یم – تش ګوګل لکه رباب یم 

زه په لاس کې د قصاب یم- ای صنم شه مهربانه 

د مجنون په شان فریاد کړم- ستا څېره چې راپه یاد کړم 

زه ستا مینې نامراد کړم – شوم ستي لکه پروانه

[۳]

چې کسر یې دوه مسرۍ لري، لومړۍ مسره يې اوږده او دویمه لنډه. بندونه یې هم داسې جوړښت لري، چې لومړی دوه مسرۍ هم وزنه او هم قافیه وینو، ورپسې یوه لنډه ضمیمه غوندې مسره او بیا د کسر د لومړۍ مسرۍ برابره مسره راځي، لکه د عبدالسلام شاعر دا بدله:

کسر:

په دواړو لاسو مې نيولې ستا لمن محبوبا 

په دواړو لاسو محبوبا

څپيز جوړښت:

 

 | په | دوا | ړو | لا | سو | مې | نيـ | ولې | ستا | لـ | من | محـ | بو | با
 | په | دوا | ړو | لا | سو | محـ | بو | با |   |   |   |   |   |  

يو بند:

مونګل به ستا په لمن کېږدم- وطن به واړه تاته پرېږدم

که مې روزي شوه 

هغه وعده، چې کړې تا د انجمن محبوبا 

په دواړو لاسو محبوبا

[۴]

زنځيري چاربیتو ته ورته همغږي الفاظ په کې ډېر وي.لومړی لویه مسره او بیا وړه او همداوزن  او قافیه په نورو الفاظو وړاندې کول په دویم کسر کې. لکه د محمد دین دا بدله:

کسر:

په موسم راغله سورايي غاړه غندل 

لیلا کړي قتلول 

ته کړې قتلول، صنمې ته کړې قتلول

لیلا کړي قتلول

 

څپيز جوړښت:

 

 | په | مو | سم | راغـ | له | سو | را | يي | غا | ړه | غنـ | دل |  
 | ليـ | لا | کړي | قتـ | لـ | ول |   |   |   |   |   |   |  
 | ته | کړې | قتـ | لـ | ول | صـ | نـ | مې | ته | کړې | قتـ | لـ | ول
 | ليـ | لا | کړي | قتـ | لـ | ول |   |   |   |   |   |   |  

يو بند:

زلفې دې دام په خپل مقام، وایه سلام زما په قام 

خاورې ایرې ذرې ذرې ستا په بورجل 

لیلا کړي قتلول

[۵]

چې کسر یې دوه او بندونه یې څلور مسرۍ ولري، لکه د «ګلستان» دا:

کسر:

ستا عشق کړمه سودايي

ځکه ګرځمه هوايي 

څپيز جوړښت:

 

 | ستا | عشق | کړ | مه | سو | دا | يي |  
 | ځـ | که | ګر | ځـ | مه | هـ | وا | يي

 

ځينې بندونه:

راشه - راشه که حال زما ګورې

په بدن مې دې سرې لمبې پورې 

تاله دومره ستم نه ښايي

ستا عشق کړمه سودايي 

شېرین تن مې په غم کې کړیږي 

عندلیب مې د زړه تل ژړیږي 

چې هلاک کړمه ستا جدايي 

ستا عشق کړمه سودايي 

نه پوهېږم،چې ورشمه چاله 

چې دلبر مې خبر شي د حاله 

په نصیب شوه، زما رسوايي 

ستا عشق کړمه سودايي 

عجیبه د خوبانو قانون دی 

ګلستانه په عشق کې کړون دی 

کړه مشکل مې اسان الهي 

ستا عشق کړمه سودايي 

[۳۴/۴۱]

 

[۶]

چې د کسر او بندونو دواړو مسرۍ یې اوږدې وي او زنځيري بڼه لري، لکه د بهايي جان دا بدله:

کسر:

خوند کوي یار ته کتل تل تل 

زلفې لرې الو ول ول ول 

څپيز جوړښت:

 

 | خوند | کـ | وي | يار | ته | کـ | تل | تل | تل
 | زلـ | فې | لـ | رې | ا | لو | ول | ول | ول

بندونه:

خوند کړي بوسه په پیاله د شراب 

ساز وي اواز وي کباب وي رباب

ورشه پالنګ ته په چل چل چل 

زلفې لرې الول ول ول

خوند کوي چین په جبین د نګار 

سوال ته ځواب وي نه دارو مدار 

وران به کړي واړه په جل جل جل 

[۷]

هغه دي، چې د مخکنیو ځينو یادو شویو ډولونو غوندې یې کسر لومړی اوږده او بیا لنډه مسره ولري، په بندونو کې یې هم د څپو د جوړښت له پلوه لومړۍ اوږده او دویمه لنډه وي او په دریمه اوږده مسره کې کسر ته ورته  یو ډول زنځيري اهنګوالې کلیمې یونوی سروتال ښيي؛ په دې وجه ورته سپرې بدلې یا د ختیزوالو په ژبه «سورې بدلې » هم وايي. لکه د احمد ګل دا یوه:

کسر:

محبوبا په وربل، نن کرلي سنبل 

عاشقان ځوروي 

څپيز جوړښت:

 

 | محـ | بو | با | په | ور | بل | نن | کـ | ر | لي | سنـ | بل
 | عا | شـ | قان | ځو | ر | وی |   |   |   |   |   |  

 

تا داغ د جدايۍ ایښی زما د زړه دپاسه 

همدا به دې له لاسه 

کېدل، زه بېدل، ستا خندل، مې په دل 

کې نېران لګوي 

جامې مې په تومت کې شولې رنګې د دلبر 

زخمي د زړه په سر 

ښه غندل، په ګوګل، مخ دې ګل، د کابل 

شنه توتیان بندوي 

دبدب دې د خوبانو محبوبا د زړه ملهمه 

سپین مخ دې لکه شمه

دی سنبل، که کاکل، کړي سېزل، کړي داغل 

کل جهان ورانوي

احمد ګل دې په  وصلت کې شراب څکلي د لبانو 

مکېز د معشوقانو 

سنګ دل، کوې تل، تېز کتل، په بورجل

سور پېزوان زنګوي

د بدلو دپورته ډولونواکثره بیلګې «دخلکو سندرې» مجموعې نه اخیستل شوي، په دغه کتاب کې پنځلس ډوله بدلې ښوول شوي، خو ځينې یې چاربیتو ته ورته دي او پوره څېړنه په کار ده، چې ددغه بدلو نورې بیلګې هم ومومو. کله کله نور فولکلوري فورمونه کېدی شي، چې د ټنګ ټکور پروخت اورېدونکي ته بدلې ښکاره شي، خو په دې برخه کې یوه دقیقه څېړنه به دا ستونزې کمې کړي. 

د بدلو په پای کې د ملنګ جان د شعرونو ځينې شعري بیلګې  راخلو، چې بدلو ته ورته دي، خو دده په کتاب کې دلوبو په برخه کې راغلي دي:

ځه ملا وتړه ماله د باغ نه ګلان راوړه، زرزري شالونه، د ازادۍ 

ماته په هر ساعت کې ناست یې په کومو سترګو 

زما د سپینې خولې په خواست یې په کومو سترګو 

ځه ملا وتړه وطن ازاد کړه، بیا کوه زما د خولې سوالونه

 په ځوانمردۍ 

......

هلته به ته دښکلو یار شې، چې ملک وګټې 

ویښو ځوانانو کې به شمار شې چې ملک وګټې 

ځه ملا وتړه، دملنګ جان په نارو ولې کڼوې غږونه، په بیدارۍ 

بله بدله:

قومي تړون دی زلمي ځان سنبالوینه 

د وطن خدمت ته ځينه 

وینم هر خوا مظاهرې دي، د ازادۍ نارې سوري دي

ځوانان ټولیږي

لکه پتنګ په سرو لمبو غوټې وهینه 

د وطن خدمت ته ځينه 

د غره مومند بیا پارېدلي- دیر او چترال هم خوځېدلي 

ټولنې کیږي

د باجوړ نه د مامندو کام راځينه 

د وطن خدمت ته ځينه 


لوبې

 

لوبه د پښتو فولکلوري ادب یوځانګړی ډول دی چې له بدلو سره لږ توپير لري. لوبې بېلابېل فورمونه لري، کسر یې هم کله اوږد او کله لنډ وي او بندونه  یې دوه او درې مسرۍ، ځينې یې څلور مسرۍ وي. د بندونو لومړنۍ دوه مسرۍ یې په خپلو کې یو ډول څپیز او قافیوي جوړښت ښيي او ورپسې دوه مسرۍ یې بیا د کسر له قافیې سره برابریږي. لوبه عموما څلور، پنځه بندونه وي .ډېر لږ یې تردې زیات بندونه کتل شوي دي.

لوبې د کسر د لنډون او اوږدوالي او د بندونو د وزن او شمېر له مخې شپږ ډوله دي. د ځينو د کسر د پیل مسرۍ وړه او ورپسې لویه وي او د ځينو پرعکس وي. 

په لوبو کې بېلابېل موضوعات راتلی شي. په عامه توګه  ټولنیز او عشقي موضوعات راچاپېروي.

د لوبو لاندې ډولونه ډېر نامتو دي: 

۱

چې کسر یې دوه مسرۍ لري. وړومبۍ مسره یې اوږده او دویمه یې لنډه وي. لکه د ملنګ جان دا یوه: 

غافله څه له مست یې په دې دوه ورځې دوران 

اخربه شې روان

شیطان نفس دې تېرباسي + په غم کې دې کېباسي

عبث کارونه پرېږده مخکې مه کره ځوزان 

اخر به شې روان 

 

[۲]

 

هغه ډول دی چې کسر یې دوه مسرۍ لري، خو دا هره مسره یې په پای کې یوه وړه ضمیمه هم لري. وړومبۍ مسره یې لکه د لنډۍ  ۱۳ او دویمه یې ۱۶ څپې وي. همدا ضمیمه یې په بندونو کې هم ورسره تکراریږي، لکه د حضرت ولي شاعر دا لاندې یوه: 

پاڅېږه زما د غیږې یاره                       سبا دی 

د خوبه پورته شه غوټۍ سپړي ګلونه    سبا دی 

راغی موسم په زیړو ګلو                     سبا دی 

چمن کې شور دی د بلبلو                                  سبا دی 

هلکه پرېږده نور زما د زلفو ولونه                         سبا دی 

ستا د سینې په باغیچه کې                                 سبا دی 

مونګل مې ايښی په غونچه کې                          سبا دی 

پرې به دې نه ږدم که ته ډېر وکړې سوالونه    سبا دی 

هلکه یم په عطرو تره                                        سبا دی 

د مخ حجاب مې شو بې ستره                            سبا دی 

چې وران مې نه کړې د لنډۍ زنې خالونه      سبا دی 

لکه مجنون په جزیرو کې                                  سبا دی 

سترګې مې سرې په شوګیرو کې                         سبا دی 

ستا د وصال په تمه ما تېر کړل کلونه                  سبا دی 

د وصال تږیه ځان دې سېر کړه                         سبا دی 

خوند مې د سرو لبانو تېر کړه                              سبا دی 

چې بند مې نه شي د یارۍ په جنجالونه               سبا دی 

« حضرت ولي » فکر دې سم کړه       سبا دی 

د عاشقانو زړه قلم کړه                                       سبا دی 

یار د وطن شه جوړوه ښایسته شعرونه                  سبا دی 

[۱۹/۶۲]

[۳]

دا هغه ډول دی چې کسر یې دوه مسرۍ لري او دواړه سره همقافیه او هم وزنه وي. لکه د نورمحمد شاعر دا یوه: 

دوبار به نه کرم د سین غاړې ګلونه 

چې باغ مې جوړ شي رانی یوسي سیلابونه 

ته د سین پورې زه راهورې – دلبره څه ته راله ګورې 

وربل شانه کړه دواړه زلفې تنابونه 

چې باغ مې جوړ شي رانی یوسي سیلابونه 

ټينګه مې ونیسه له لاسه  - ما له دې سین نه پورې باسه 

وه لامبوزنه یاره واچوه لاسونه 

چې باغ مې جوړ شي رانی یوسي سیلابونه 

بل ته دې مخ ماته دې څټ که – دلبره مخ دې رانه پټ که 

زما یادیږي یاره ستا شینکي خالونه 

چې باغ مې جوړ شي رانی یوسي سیلابونه 

دا پټ میین یم پټ به ژاړم-   دلبره تش دیدن دې غواړم 

زه محمد نور بېچاره نه وایم حالونه 

چې باغ مې جوړ شي رانی یوسي سیلابونه         [۱۹/۶۳-۶۲]

 

[۴]

دا ډول له پورتني ډول سره په کسر کې یو شان دی خو په بندونو کې یې مسرۍ تر هغې کمې دي. کسر یې دوه ۱۳ څپیزې مسرې دي، خو د بندونو د مسریو څپې یې ۷ دي. د لغمان د عبدالحنان داعي دا لوبه یې ښه بیلګه ده:  

تا بیا په تور وربل کې زیړ ګلان ايښي دي 

داغونه دې زما د زړه په بام ايښي دي 

نتکۍ دې خوشنمایه     زینت کوي د ورایه 

غمي دې په نتکۍ لال و مرجان ايښي دي 

داغونه دې زما د زړه په بام ايښي دي 

خالونه دې دي ستوري   ځلیږي په هر لوري 

غونچه او غاړکۍ دې په ګرېوان ايښي دي 

داغونه دې زما د زړه په بام ايښي دي 

که خدای مې کړي ترې خلاص   له دې موزي خناس 

نذرونه مې د پير بابا په ځان ايښي دي 

داغونه دې زما د زړه په بام ايښي دي 

خالونه دې د مخ     ځلیږي مخامخ 

دا واړه په غاښو« عبدالحنان » ايښي دي 

داغونه دې زما د زړه په بام ايښي دي   [۱۹/۸۵]

 

[۵]

دا د لوبې هغه ډول دی چې کسر یې څلور مسرۍ لري، وړومبۍ درې مسرۍ یې په یوه وزن او یوه قافیه وي، د کسر وروستۍ مسره یې ډېرې څپې او هماغه قافیه لري. لکه د محمد نور شاعر دا بله یوه: 

زما لالی، دې ژوندی وينه 

که دی په هر، وطن کې وینه 

دی دې مدام خوشاله وینه 

که مساپر د بل وطن وي رابه شینه 

عالم تومت راباندې وايي 

داسې خو نه وايي چې ښايي 

غماز مې کومې خوا ته بیايي 

د تومتو راباندې وشول بارانونه 

مسته ویده ده په پالنګ 

خوشبوی یې خېژي د لونګ 

غماز خو یې ناست دی په څنګ 

مسته ویده ده لالی شال پرې غوړوینه 

لالیه وړاندې شه لار ګوره 

په نا لیدلې لار مې بوځه 

بل دې ریبار ځان سره بوځه 

وطن پردی دی چې غره نه شې میینه 

محمد نور شعر کې شو سلطان 

واړه – واړه یې شاګردان 

یمه توتي د کوهستان 

د میر احمد رباب مې دور غږوینه                        [۱۹/۸۳]

 

[۶]

د لوبې دا ډول داسې کسر لري چې وړمبۍ مسره یې درې څپې لري او وروستۍ یا دویمه یې د لنډۍ د وروستۍ مسرې په وزن (۱۳) وي. د شمس علي دا بیلګه یې نامتوده: 

چرګ بانګ دی 

پاڅېږه لالیه خوب به بیا وکې میینه 

سپین رخسار دې باغ دی که نن ما په کې مېلمه کړې 

سپین خو دې مړوند دی که بنګړو سری ښکاره کړې 

نه دې ځم له غیږې که مې دا حاجت پوره کړې 

الله دې مهربانه کړه جلۍ دا مې ارمان دی 

زه به دارو درکړم لېونیه په ستانو ګرځه 

پاس په باجوړ په بزرګانو مېړنو ګرځه 

پړی که په غاړه شامدام ته په میرو ګرځه 

زه یمه ملوک ته یې بدرۍ ځان دې روښان دی 

زه یمه بدرۍ ستا په غم کې شوم ابتره 

بر ګودر له ځم راپسې راشه مازیګره 

پرېږده چې مې مړه کړي، خلک ټول شولو خبره 

زه چې چا لیدلې یمه خوب د هغو ګران 

زه چې دې لیدمه سپینه خوله زما نبات 

وچ په وچه رادې وسته ما باندې اوس قات 

نه کومه یاره د بل چا سره مسلات 

یار مې شمس علي خوله مې د سپینو زرو جام دی 

[۱۹/۱۲۱]

 

لوبې او بدلې تر دننني جوړښت پرته ، د ټنګ ټکور پروخت توپير ښيي. لوبې په چټکه او بدلې په لږ څه نرمه بڼه ویل کیږي. په دې برخه کې نورې څېړنې به د دواړو بیلتون ښه راوښودی شي.


بګتۍ

 

بګتۍ هم د خاصو ولسي سندرو په لړکې یو مهم ډول دی، چې ډېر وخت د پښتني سندرغاړو له خولې اورېدل کیږي.

زیاتره بګتۍ  د ساده چاربیتو د لومړني ډول په شان یو دوه مسریز کسر لري، خو هلته د کسر دواړه مسرۍ برابرې وي او دلته یې لومړۍ اوږده او بله لنډه. او بیا ورپسې درې مسرۍ په یوه وزن او قافیه او څلورمه یې د کسر په وزن او قافیه راځي. که څه هم چې دا بڼه چاربیتو ته ورته ده ، خو د بګتیو د بندونو د مسریو وزن کم وي او د ویلو خاص انداز لري چې له چاربیتو، لوبو ، بدلو او داستانونو نه یې بېلوي. په چاربیتوکې معمولا لوړ غږ کارول کيږي، خو په بګتیو کې بیا د غږ بڼه یو ډول وي اود چاربیتو په کچه لوړ نه وي. بل پلو بګتۍ پښتني سندرغاړي د هنري مجلسونو په وخت د چاربیتو، بدلو او داستانونو په منځ – منځ کې وايي . بګتۍ د ویلو چټکه بڼه راښيي او کله چې اورېدونکي او کتونکي له ځينو نورو سندرو ستړي شي، پښتني سندرغاړي بګتۍ راخلي، چې د مجلس بڼه او تودښت لاپسې زیاتوي او پاملرنه ډېروي.

د بګتیو د بڼو په اړه ، بېلابېلې خبرې شوي، ځينو څېړونکو  د بدلو او لوبو ځينې ډولونه هم په بګتیو کې راوستي. د پښتني فولکلور د ځینو نورو ډولونو غوندې بګتۍ هم ډولونه لري، چې څو نامتو ډولونه به یې دلته معرفي کړو.

بګتۍ څرګندو او ناڅرګندو شاعرانو ویلي، خو د ځينونورو فولکلور ټولوونکو په څېر موږ هم دا په خاصو سندرو کې ګڼو، ځکه  چې ډېری وخت یې شاعران معلوم خلک دي. 

د بګتیو د ویلو بڼه او انداز کله سروکیو ته ورته وي؛ خو سروکي پوره سندره نه وي او بګتۍ په منځ کې لنډيو اچولو ته اړې نه دي. د سروکو په باب هم ویل شوي، چې دا ښايي پخوا پوره شعرونه  وو، خو د زمانې په تېرېدو یې سرونه پاتې شوي او نورې هېرې شوي. په دې برخه کې که نورې څېړنې ترسره شي، ښايي ځينې داسې سروکي هم ومومو  چې د بګتیو د کسرونو برخه وي. 

د بګتیو ډولونه

[۱]

دا ډول بګتۍ په کسر کې دوه مسرۍ لري. وړومبۍ اوږده او دویمه لنډه. بندونه یې څلور مسرۍ لري. وړومبۍ درې په یوه قافیه او یوه وزن او ورپسې څلورمه د کسر د دویمې مسرۍ په وزن او قافیه. لکه د پاچا ګل شاعر دا نامتو بګتۍ:

 

د مازیګر اوبو له مسته په نخروراځي

شوریې د ګونګرو راځي

د مازیګر اوبو ته لاړه 

ښه سورايي غندل یې غاړه 

ميينه امن دسر غواړه 

د سوېلو ورپسې ډله د سورو راځي

شوریې د ګونګرو راځي

د سوېلو پسې لښکر دی 

مخ یې ښایسته شمس وقمر دی 

ډېریې په سترګو کې اثر دی 

زما ګومان ورباندې خاص د ښاپېرو راځي 

شور یې د ګونګرو راځي

زما ګومان و پرې د وخته 

داد اصیل چندڼو لښته 

بل لوېيده د چا له بخته 

شاپه ټوپونو کې په مثل د ښارو راځي 

شوریې د ګونګرو راځي 

شا په ټوپونو ځي په دانګه 

داد لاچي لونګو څانګه 

ورته د فکر په ټال زانګه 

دا تورې زلفې  د سینې په انارو راځي 

شوریې د ګونګرو راځي 

دا تورې زلفې یې سمسورې 

ښه ګلابي عطر ورپورې 

هم په کجلو سترګې تورې 

بل د سرو ټيک یې د وربل په کنارو راځي 

شوریې د ګونګرو راځي 

زلفې سنبل سينه دې باغ دی 

بلبل دې خپل دښمن دې زاغ دی 

په زړه یې تل د مینې داغ دی 

سمسور ګلونو ته توتي د سردرو راځي 

شوریې د ګونګرو راځي 

زه خو توتي ستا د جمال یم 

ډېر دې ديدن پسې لېوال یم 

په عشق کې تېر له سرو مال یم 

د«پاچا ګل » بګتۍ چوستې په مسرو راځي 

شوریې د ګونګرو راځي

 

[۲]

د بګتۍ دا ډول په کسر کې درې مسرۍ لري، وړومبۍ مسره یې له دویمې سره همقافیه وي خو دویمه مسره یې په وزن کې کمه وي. د کسر درېیمه مسرۍ یې د ضمیمې په ډول ورسره په بېل وزن او بېله قافیه راځي. لکه د حکیم شاعر دا یوه: 

مخې له راغله تورې زلفې تار په تار دي 

ګلونه پرې کتار دي 

راځه مستې ښارو 

مخې له راغلله د باغه      کږه وږه ځي له دماغه 

سترګې یې سرې دې له څراغه 

ټول عاشقان یې د لیدو په انتظار دي 

ګلونه پرې کتار دي    

 راځه مستې ښارو 

د خپله سره نه زیاتي شوم    په ټول عالم کې تومتي شوم 

په غم کې ډوب سهار وختي شوم 

د یار دلاسه مې هډونه ناقرار دي 

ګلونه پرې کتار دي 

راځه مستې ښارو

محبوبې څه له راته خاندې   په اور دې وسوم لاندې باندې 

که په نظر راشې راباندې 

لکه پتنګ غوښې مې سوې په انګار دي 

ګلونه پرې کتار دي 

راځه مستې ښارو 

ددې وخت څنګه شاعران دي   ټول ردیفونه د دوی وران دي 

ما ټول بند کړي په بیان دي 

خدایږو دا ټول « حکیم» وهلي په ګفتار دي 

ګلونه پرې کتار دي 

راځه مستې ښارو                [۱۹/۸۶]

 

 

[۳]

دا هغه ډول دی چې کسر یې دوه مسرۍ لري، وړومبۍ مسره یې ۹ او دویمه یې ۱۱ وي. په بندونو کې یې څلور مسرۍ په یوه وزن او قافیه او پنځمه د کسر په وزن تکراریږي، لکه د شېراحمد شاعر دا یوه: 

سر شته دار یې د خوبانو 

نظر وکړه یوځل ته په خوارانو 

غاړه غندل یې لرې ته 

زلفې ول ول لرې ته 

کمیس بخمل لرې ته 

ټيک و هيکل لرې ته 

پیزوان دې پروت دی په سرو لبانو 

نظر وکړه یو ځل ته په خوارانو 

مخ دې جلوه کا مدام 

ورته زما دی سلام 

ځکه درځم هر ماښام 

راکړه د لبو یو جام 

راکړه شربت د سرو لبانو 

نظر وکړه یو ځل ته په خوارانو 

زه شېر احمد شوم ګدا 

را شه په روی د خدا 

یو ځل شه ته په خندا 

غم کړه له مانه جدا 

یاره په روی د بزرګانو 

نظر وکړه یوځل ته په خوارانو 

[۱۹/۱۰۸-۱۰۹]


داستان

 

داستان کیسې، افسانې، حکایت او سرګذشت  ته وايي. ديوې ښې یا بدې پېښې په باب کیسه.  په پښتني فولکلور کې «داستان» منظومې کیسې ته ویل کیږي، خو په نثر کې بیا «نکل » بلل کیږي. له دې امله ځينې، هر هغه شعري کالب داستان بولي، چې د یوې پېښې کیسه وړاندې کوي. د پښتو فولکلور ځينې کتابونو چاربیتې هم په داستانونو کې ګڼلې. ځکه چې یوه کیسه وړاندې کوي؛ خو داستان او چاربیته باید ځکه سره بېل کړو، چې اکثره پښتو چاربیتې کیسه يیزه بڼه لري او که موږ دا دواړه سره جلانه کړو، نو کوم علمي اساس به ونه لري. 

ځينې پښتو څېړونکي، خو داستان  او کیسه (په نظم کې) دواړه د جلا ژانرونو په بڼه پېژني. یعنې داستان بېل ګڼي او کیسه بېله. خو ګڼ نور بیا هرهغه شعري فورم، چې د سندرغاړو له خولې د کیسې په دود وویل شي، داستان بولي. یعنې داستان یو داسې فني جوړښت دی، چې که د کلیمې په اصلي مانا په کې کیسه ونه ویل شي هم داستان ورته ویل کېدی شي. دویم دا چې که کیسه په هر فولکلوري فورم کې وي، داستان به ورته ویل کېدی شي. 

که څه هم د سندرغاړو له خوا د داستان په نوم ویل شوي، نور شعري فورمونه عام خلک داستان بولي، خو د پښتو فولکلورپه ژانري وېش کې داستان یوازې دا کېدی شي، چې دمثنوي غوندې شکلي جوړښت ولري. 

په دې ډول چې د هربیت لومړۍ مسره به له دویمې هغې سره په څپیز جوړښت او قافیه کې یو برابر راځي.

د ټنګ ټکور پروخت د داستان په منځ کې یو ځل یا دوه او درې ځل پښتو لنډۍ هم ویل کیږي، چې ځينې لنډۍ یې خاصې د داستان په موضوع راټولې وي. دافغانستان په ختیځ کې ځينې سندرغاړي د داستان په منځ –منځ کې مخصوصې نارې هم وايي، چې اصلا د نورو منثورو داستانونو برخه وي او دلته د وزن د جوړښت او د اورېدونکو دعلاقمندۍ ډېرولو لپاره ویل کیږي.

 د داستان د بیتونو د شمېرپه باب ویل شوي، چې له شلو تر پنځه شپېتو پورې بیتونه لري.  

داستان د شعرد خیال، فکر، تصویرونو، د وړاندې کېدا دبڼې، اصطلاحاتو او ترکیبونو، احساساتو، چاپیریال او نورو ځانګړتیاوو له مخې له دېواني اوعروضي مثنوي سره توپیر لري. مثنوي هروخت کیسه نه وړاندې کوي. کله په کې د پند او نصیحت خبرې وي او کله نور موضوعات، خو داستان باید یو نکل ته ورته وي او ارومرو د یوې کیسې حکایت یاپه بله وینا سرګذشت وړاندې کړي.

که څه هم چې داستان ظاهرا د عربي مثنوي په بڼه ښکاري، خو دا اصلا لرغونی پښتني جوړښت دی چې سر یې له پخوانیو اریايي سرودونو سره نښلي.

داهم باید وښيو، چې د پښتو د ولسي او دېواني شاعرۍ  په ځينو چاپي ټولګو کې هم، ځينو نورو شعري فورمونو ته د داستان نوم ورکړل شوی، چې سمه نه ده. دغه ډول نومونې د موضوعي وېش له مخې ورکړای شوي، پښتو شعري فورمونه د موضوعي وېش له مخې نه بلکې دبڼې له مخې په جلا بڼه دمطالعې ځای لري. 

په پښتو داستانونو کې ځينې داسې هم شته، چې له نوروژبو، عربي، پاړسي، انګلیسي، تورکي، هندي او نورو ګاونډيو ژبو راژباړل شوي. د ژباړې دا بڼه هم په نثر کې شته او هم په نظم کې، خو دا ژباړې د ژباړو په شان نه ښکاري او د پښتني چاپيریال عناصر ورسره ګډ شوي دي. په دغوکې د زرغونې کاکړله خوا د سعدي شېرازي د بوستان پښتومنظومه ژباړه. د یوولسمې هجري پېړۍ یوه بل شاعراخوند احمد بیا ځينې دیني کیسې په نظم اړولي لکه: د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او ابوجهل داستان، د حضرت داود کیسه، د ابراهیم خلیل الله کیسه، د حضرت یوسف او زلیخا کیسه  او نورې. ارزاني هم د حضرت پيغمبرصلی الله عليه وسلم یوداستان په پښتو رباعیاتو اړولی. د سکندرخان خټک(۱۱۱۶-۱۰۶۸هـ) دلیلا او مجنون کیسه. دحمید مومند نیرنګ عشق او د شاه وګدا کیسه. هند ته د چاپ د وسایلو په راتګ ځينې منظومې کیسې خپرې شوي، چې ډېری یې د ملانعمت الله او ملا احمدجان له خوا نظم شوي. د ملا نعمت الله نامتو کیسې دادي:

۱.الف لیلی ۲.باغ وبهار افغاني۳.جنګنامه حسن۴.جنګنامه حضرت علي۵.جنګنامه رستم و سراب۶.چهاردروېش۷.شهنامه ۸.داختر منیر کیسه ۹.داکبر باچا او بیربل کیسه ۱۰.دپيشو او مږې کیسه ۱۱.دشهزاده منیر او شهزاده ماهرو کیسه ۱۲.دشهزاده رعنا او زېبا کیسه۱۳.دشېرین او فرهاد کیسه ۱۴.دموسی خان او ګلمکۍ کیسه ۱۵.دمهتاب جان او بیګم جان کیسه. ۱۶.دنیمبولا کیسه ۱۷.دلیلا او مجنون کیسه او نورې.

دملا احمدجان کیسې دادي:

۱.دچڼي کیسه ۲.دشهزاده بلند اقبال کیسه ۳.دشهزاده جهاندار کیسه ۴.دشهزاده شیرویه او ملکې سمین عزار کیسه ۵.دشهزاده فلک ناز کیسه ۶.دقمرزمان کیسه او نورې.

دنولسمې پېړۍ له نیمايي بیا د شلمې پېړۍ تر ورستیو پورې بېلابېلو پښتنو ولسي او نیمه ولسي شاعرانو ګڼې کیسې نظم کړي، چې ځينې یې منظومې ژباړې او ځينې  یې یوازې د پښتني چاپيریال کیسې دي. دا کیسې زیاتره په ناوېشلي هند او پښتونخوا- پېښور کې خپرې شوي اوځينې خو یې  تراوسه خپریږي چې  لوستونکي او علاقمندان لري. دا داستانونه که له یوې خوا موږ د فولکلور برخه ګڼو، نو بلې خواته ځينې لیکل شوې او ژباړل شوې کیسې له دې امله چې باسوادو شاعرانو لیکلي په عروضي مثنوي کې د مطالعې ځای لري، نه په فولکلوري داستانونو کې، خو ددغه وېش او بیلتون په اړه لا تراوسه منظم کار نه دی ترسره شوی. کومې کیسې، چې باسوادو شاعرانو د ولسي شاعرۍ په فورم کې لیکلي، هغه موږ یوازې د شکل له مخې یا د شعري فورم له مخې فولکلور بللی شو، ځکه چې دغه ډول شاعران د ولسي ادبیاتو اصلي روح وکیفیت نه څرګندوي.

د پښتو منظومو کیسوپه باب ښاغلي عبدالکریم پتنګ د«پښتو منظومې قیصې» په نو م ځانګړی کتاب لیکلی. په دغه کتاب کې هغه کیسې چې منظومې دي او منظم شکل لري، راټولې شوي؛ خو د کیسې د جوړښت په باب یې بیا څه نه دي ویلي. نوموړي د پټې خزانې په استناد د عبداللطیف خان اڅکزي داکیسه هم راوړې ده:

غوږ ونیسئ یارانو د اوښ او سوی قیصه شوه 

خورا ډېره خوږه شوه 

یوسوی داوښ اشنا شو 

بې حده یې همراه شو 

یاري به یې کوله، یو له بله یې یارانه شو 

خورا خوږه قیصه شوه

[۲۶/ ۱۹-۲۴۱]

که دا پورته کیسه موږ  داستان ګڼو، نو ویلی شو، چې داستان یوازې د مثنوي په بڼه نه، بلکې د پښتو لوبې او بدلو په شان هم راتلی شي. په دې برخه کې پښتني فولکلور نورو څېړنو ته هم اړ دی.

کوم منظوم داستانونه، چې په دغه کتاب کې راغلي دادي:

۱.ادم خان او دورخانۍ ۲.ارایش محفل یاقصه د حاتم طايي ۳.اله دین چراغ ۴.اوښ او سوی ۵.الف لیلا ۶.باغ وبهار یا چار دروېش ۷.پیشو او مږه ۸.ترانه محفل ۹.جهاندار ۱۰.چمنی خان ۱۱.چڼی ۱۲.حسن و دل ۱۳.ددوو دوستانو قصه ۱۴.دراز بخت ۱۵.ددلۍ او شهۍ قصه ۱۶.رابعه او بکتاش ۱۷.رت و پدم ۱۸.رامداد خان ۱۹.سخي سلطان ۲۰.سلیم جواهري ۲۱.سوهني مهینوال ۲۲. سیف الملوک او بدري جماله ۲۳.دماه جبین او ګلفامې قصه ۲۴.شاه وګدا ۲۵.شها او ګلان ۲۶.اختر منیر او ماهرو ۲۷.شهزاده استنبول او شهزداګۍ فارس ۲۸.اقبال او قمر جبینه ۲۹.بهرام او ګل اندامه ۳۰.بهرام ګور او پري حسن بانو ۳۱.جهانګیر ۳۲.دل افروز ۳۳.دلخرم ۳۴.رعنا او زېبا ۳۵.شیرویه ۳۶.فلک ناز او خورشېد افرین ۳۷.ګلشن او بی بی هارون ۳۸.ګنبد شام ۳۹.ماه منیر و بې نظیر ۴۰.ممتاز ۴۱.شېخ چلي ۴۲.شېرعالم او مامونۍ ۴۳.شېرین او فرهاد ۴۴.توتي نامه ۴۵.عجایب الحکایات ۴۶.فتح خان ۴۷.افسانه عجایب یا قصه جان عالم ۴۸.افسانه غم امود ۴۹.فقیر بغداد ۵۰.کلیله و دمنه ۵۱.کوټوال ۵۲.ګل بکاولی ۵۳.ګلدسته دلبري ۵۴.ګل و صنوبر ۵۵.لیلی او مجنون ۵۶. محبوبه او جلات ۵۷.محبوبه شام ۵۸.مرغۍ او میرویس ۵۹.مکرزنان ۶۰.ملک محمد ګیتی افروز ۶۱.موسی خان او ګلمکۍ ۶۲.مومن خان او شېرینۍ ۶۳.نیرنګ عشق ۶۴.نیمبولا ۶۵.وامق او عذرا ۶۶.ورقه او ګلشاه ۶۷.هشت بهشت ۶۸.یوسف خان او شېربانو ۶۹.یوسف او زلیخا.

پورته یاد داستانونه، ځینې یې د پښتني فولکلور خپل هغه  دي او ځينې یې ژباړل شوي دي. په دغه دواړو ډولونو کې بیا ځينې داستانونه، چې باسوادو شاعرانو نظم کړي، یوازې د موضوع او فورم له پلوه ولسي دي، نه د منځپانګې او محتوا له مخې.

دلته به اوس د«نورصاحب» په نامه شاعر یو داستان ولیکو:

نن مې ولید عجیبه نوی داستان

طلسمات به درته واړه کړم بیان 

د یمن یو شهزاده و زما یاره

یوه ورځې ښکار ته وواته له ښاره

ښکار ته لاړو په ځنګل او بیابان

يوغرڅه یې په نظر شو ناګهان 

بې ملګرو یک تنها پسې روان شو

په خپل سر لاړ په ځنګل او بیابان 

ناګهانه ها هوسۍ شوه ترې غایبه 

 شهزاده ته شوه ورپېښه عجایبه

هغه ځای کې ګردچاپېر عجایبات وو

لاندې باندې ښکته پورته طلسمات وو

چې نظر یې کړ، کوهی یې ولیدنه

دکوهي په غاړه راغی ودرېدنه 

دغه څوک یې چې مو ولې راته وایه

نریې ښځه، ښځه نرشې سرترپایه 

شهزاده چې ځانته ولیدل یارانو

یوه مسته پېغله شوله هوښیارانو 

سره لاسونه، سرې جامې، سره یې لبان

تورې سترګې، تور باڼه، توریې چشمان 

ناګهان دبل وطن یو شهزاده و

په قوت او په ښایست کې ازموده و

دا  جلۍ غریبه یې ونیوه دلاسه

په خپل ځان پسې یې سپره کړه اس دپاسه 

کورته یې بوتله شهزاده و، ډېر خوشاله 

په نکاح یې وساتله دوولس کاله 

پس له دوولس کاله یې ووی خپل مېړه ته 

ای ناترسه ته مې نه ګورې دې زړه ته 

دوولس کاله پردېسي شوم مساپره 

مورو پلارپسې خپه یم درزړه سره 

شهزاده وی، ځه چې بودې ځمه پلارته 

دیدن وکړه بیا به راشو دې خپل ښار ته 

شهزاده او جلۍ دواړه شو روان 

د کوهي په غاړه بیا پېښ شو ځوانان 

دواړو تیږې ها کوهي ته واچولې

د کوهي نه یې داخبرې واورېدلې 

دغه څوک یې چې مې ولې ای نادانه 

نریې ښځه، ښځه نر شې دغه آنه 

د یمن شهزاده بېرته نارینه شو

دغه بل شهزاده ښځه رنګینه شو

د یمن شهزاده لاس کړو ترې چاپېره

په خپل ځان پسې یې سوره کړله برسېره 

هغه دم یې کورته بوتله زما ګله 

په نکاح یې دوولس کاله وساتله 

دوولس کاله وروسته شهزاده ووی نجلۍ

خپل قصور مې درنه واخیست وربلۍ 

ځه چې بودې ځم، چې خلاصه شې له بنده 

خدای دې وساتي بل څوک له داسې ژونده 

شهزاده جلۍ یې بوتله، زما ګله 

د کوهي په غاړه ودرېده په خپله 

یوه تیږه یې کوهي ته کړه ورښکته

داهم نر شو راروان شو بې مهلته 

هیڅ سړی دې پس له دې مغروره نه شي 

د هیچابه چاته پاتې قصور نه شي 

هغه خپل کاله ته لاړو او دی خپل ته 

هغه هلته وخوشاله اودی دلته 

چې«نورصیب» ډوب شي دفکر په دریاب

راوباسي ملغلرې په شتاب

[۶/ ۲۲۶-۲۲۵]

کیسې او داستان

مخکې مو وویل چې داستان یو خاص جوړښت دی، چې د موسیقۍ په پردو کې یې ځانګړتیاوې ښې څرګندیږي. خو د لفظي مانا له مخې داستان کیسې ته ویل کیږي او کیسه یوازې د داستان په موسیقیت نه بلکې د چاربیتې، او بدلې په چوکاټ کې هم شته. لاندې همداسې یوه کیسه وینئ چې جوړښت یې د چاربیتې دی او موضوع یې کیسه ده:

نمرود په زمانه کې – راغلي په کیسه کې 

پیدا شو ابراهیم خلیل الله دوست داکبر و

بېشکه پیغمبرو

نمرود نومي  کافر- ده جوړ کړو داهنر

راغونډ یې نجومیان کړه ، زما مرګ به وي دڅه نه ؟

ترې ویې کړه پوښتنه

نجوم ووایه حال ـ ښکاره یې کړو فی  الحال 

پیدا به یو هلک په دغه ښار کې شي دننه 

ستا مرګ به وي هغه نه                      [۸/ ۲۶۴-۲۶۳]

لاندې د ساده چاربیتې یوه بله بڼه ده چې کیسه په کې راغلې ده. ددې چاربیتې کسر له پورتنۍ سره توپیر لري:

بالا په اولیاوو کې حضرت پيران پيردی 

برپورې خزانې دکرامت لري سمبال

غوږ کېږده زما وروره په قلم کې دی څه رنګ 

درخواست نوی اوباسمه د شعر له دفتره

یوزوی د باچا و، ځان یې کړو د پير ملنګ 

میین د شاه په لور و، غوږپرې کېږده برادره 

روضه کې د کامل پیران پیر مني قلنګ

لمبې دعاشقۍ به یې ختلې له ځيګره

روضې ته شو درون ، شولو ګویا زړه مې زهیر دی 

بالا په اولیاووکې حضرت پیران پیر دی 

یې شاه اولیا وکړه ، نظر زما په حال 

برپورې خزانې د کرامت لري سمبال

وی سر به شکرانه درکړمه، زه کوم اقرار 

واده که راته لور شي دپاچا عبدالرحمان 

دېره و، په حرم کې دولس کاله شو ایسار  

په خوب کې راحضور شو ، دې ملنګ ته پهلوان 

وی ځه ورشه پاچا ته ، په دارنګ وکړه ګفتار 

راغلی زه جرګه د دستګیر یمه په ځان 

وی رادې کړه دختر په روز و شب مې پسې وير دی 

بالا په اولیاوو کې حضرت پیران پیر دی

ګویا ورته پاچا په داسې رنګ شولو فې الحال 

برپورې خزانې د کرامت لري، سمبال 

[۲۷/ ۴۱]


[1]. دلته [زما] ټکی په دوه څپو لوستل کیږي.دپښتو په ځینو لهجو کې دا ټکی په یوه او په ځينو نورو کې بیا په دوه څپو ویل کيږي.
[2]. ملا عبدالزاهد په ملا زاهد مشهور و، په کام ابراهیمزی اندړ او اصلا د غزني د زرملې دڅلي اوسېدونکی دی، په طالب العلمۍ کې د اکرام خان توغچي په لور (بي بي حوا) ميین شو، عشق یې رښتینی و، خو نهیلي شو او بې بي حوا په کاله زړه شوه،
-ملازاهد شعرونو ته مخه کړه او د چاربیتو بې جوړې شاعر شو....

[3]. عبدالواحد ټېکه دار د پښتونخوا د سوابۍ استوګن، چې د «بابای چاربيته» په بلنامه وياړل شوی دی.
[4]. يادښت: پښتو ادبي بورډ، د ارواښاد عبدالواحد ټېکه دار د چاربیتو په ټول کړي کتاب کې ځينو چاربیتو ته ځانګړي نومونه ایښي، لکه: نیمکۍ چاربیته، کړه بند چاربیته، فني چاربیته، جنګي چاربیته،زمینداره چاربیته، غبرګه زنځيرۍ چاربیته، اپوټه چاربیته، روانه چاربیته، اواره چاربیته، مرثیه چاربیته، برغه (غبرګه)چاربیته، سهره چاربیته، جوابي چاربیته او نورې.  دا نومونې یوازې موضوعي بڼه لري یعنې اړونده موضوع د شعر منځپانګه جوړوي، خو کله د شعر د شکل له مخې هم ورته وضعه شوي، ځينې دا ډول نومونې تربحث لاندې راتلی شي، خو ځينې یې بیا نه. ځکه، چې له موضوعي پلوه د چاربیتو وېش جلا موضوع ده او د ژانري نوښتونو له پلوه وېشل  بیا بله مسله.
په اوسني افغانستان کې هم د«سورې » seware چاربیتې نومونه له ولسي موسیقۍ نه راوتلې، چې مانا یې دلفظ او منځپانګې دواړو له مخې دغښتلیو الفاظو او مفاهیمو داسې بیان دی، چې په لوستونکي رسا او نغده ولګي اوهم داسې اهنګ او جوړښت ولري چې په چټکه (چوسته) بڼه، موسیقي پرمخبوتلای شي.داډول چاربیتې کله دمقابلې په بڼه هم تعبیرشوي، ډېری وخت د سوال و ځواب بڼه راښيي.