"د افغانستان نومهالي ادبیات"

شورۍ (في‌البدیهه شعر او شاعري)

ویشنه:ځېل پېژندنه


 څېړونکی : محمد داود تپان 



 

 یادونه : 

ښاغلی محمد داود تپان د پښتو ژبې ځوان شاعر او لیکوال دی، چې په ۱۳۶۶ لمریز کال په پښتونخوا کې زېږېدلی دی. ښاغلی تپان د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ د عیسی خېلو هستوګن دی. په کال ۱۳۹۲ کې د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی او د ژرونالیزم په برخه کې یې کار کړی دی. تپان د اوښتون راډیو مشر و. 

ښاغلي تپان د نومهالیو ادبیاتو د څېړنو له انستیتیوت سره د فرهنګي ملګرتیا او همکارۍ د ژمنې په پیل کې، خپله دغه په زړه پورې څېړنیزه لیکنه راواستوله، چې موږ ورڅخه مننه کوو. 

د دغې رسالې د لیکوال ښاغلي تپان بشپړه پېژندنه ، شعرونه او نورې لیکنې به له دغې ویبپاڼې څخه پر خپل وخت خپرې شي. 


 

 

                                                                                                         لغت، لغات، شارۍ او شورۍ!

 

لغت عربي ويي/ کلمه ده، چې په يو وخت بېلابېلې معنې لېږدوي، په پښتو، پښتو تشريحي قاموس کې ورته ليکل شوي دي، د لغت جمع، الفاظ او همدا ډول په زاهد پښتو، پښتو سيند کې د لغات او لغت لپاره نورې معنې هم راوځي، چې د لغت په برخه کې تر يو بريده زموږ له شته موضوع سره اړخ لګولای شي، دلته لغت ته ليکل شوي دي، ژبه، لفظ[کږه خبره، ټکورۍ، طنز، کنايه] په ليندکيو کې نيول شوې معنې يې تر ډېره زموږ د موضوع سره مستقيم اړخ لګوي او د لغات لپاره بيا ليکل شوي دي،د لغت جمع، الفاظ، ژبې، فرهنګ، ډيکشنري، قاموس خو موږ د ژبپوهنې له لغات/ لغت سره هېڅ کار نه لرو، په خپل ځای يې پرېږدو؛ ځکه زموږ کار او دغه ويي/ کلمه په خپلو کې ډېر اوږد واټن لري او په لغت (شورۍ) بحث کو.[2] د ژبپوهنې له (لغات) ډېر لرې د يوې بلې موضوع په اړه، چې ليکنی شکل يې همدا خو معنی يې بېله ده بحث ته ورداخليږو، دا په ولسي/ شفاهي ادبياتو پورې تړلی د شورۍ/ شارۍ بحث دی.

دلته د شورۍ په تلفظ مکث او خبره بې ځايه نه ده، د ګرامري اصولو او قواعدو پر اساس شورۍ د (ش) په پېښ او (ر) په زور تلفظ کيږي، چې په دې سره خپله اصل معنی افاده کوي، بده به نه وي که ووايو، چې ډېر خلک يې همدا بڼه په (شارۍ) هم تلفظ کوي.

دا فورم په شفاهي/ولسي ادبياتو کې د ډېر پخوا څخه دود دی او اوس هم په ډېره ښه بڼه په زياتو پښتني سيمو کې شته او ځانګړي ويونکي او مينوال لري، له ټولو اول بايد دا ووايو، چې لغت/لغات د ګرامر يو مهم رکن دی خو زموږ لغت/ لغات، چې په ليکنۍ او غږيزه بڼه هماغه رنګ دی معنی يې بدليږي، د شفاهي/ولسي ادبياتو مهم صنف يې ګڼلای شو، موږ په دغه ځای کې د ګرامر له رکن څخه راتېر او د شفاهي ادب په همدغه مهم صنف خبره کو او وايو لغات(شورۍ) يو منل شوی ادبي صنف دی، چې د اکثر پښتنو سيمو اوسېدونکي يې له پخوا څخه په ډېرو نورو نومونو لکه شورۍ، لغات، شارۍ، ټکورۍ، شعر جنګي... هم يادوي، ډېرو ته فلکلور ښکاري، څوک يې د کليوالي/ ولسي بې سواده شاعرانو د شعر په نوم پېژني او ډېر بيا ورته د في البديهه شاعرۍ نوم هم ورکوي.

(لغت/شورۍ،شارۍ او لغات) په بېلابېلو سيمو کې په خپلو ټاکلو نومونو سره ياد او پېژندل کيږي، يو مشهور نوم يې همدغه(شورۍ) دی، شورۍ په اصل کې شارۍ دي، چې لهجوي بڼې يې الف په واو اړولی دی او که تر دې هم مخکې لاړ شو شارۍ- شاعري ده، چې وخت پر وخت تبديل شوې او دغو تغيراتو ته په کتو ويلای شو، چې لهجوي تغيراتو پښتو شاعري تر شورۍ رارسولې ده او هر څوک يې په خپله خوښه تلفظ کوي او له دغه صنف سره د افغانستان سوېل ختيځو سيمو او د همدغه لوري ډېورنډ نفوذي کرښې پورې اورې پښتانه خاص مينه او بلدتيا لري.

د دې صنف د پېژندګلوي په برخه کې لا هم عام خلک او پښتانه فلکلوريستان په يو نظر دي یعنې لغات د فلکلور په نوم يادوي، د عامو خلکو خو پرېږده، چې هغه يې د ولسي/ شفاهي ادبياتو برخه ګڼي، فلکلوريستان او ادبپوهان ولې د دې برخې د ښه راسپړلو او مناسب ځای ورته پيداکولو برخه کې چوپ پاتې دي؟ او ولې ورته فلکلور وايي؟ ايا رښتيا هم دا فلکلور دی که بل څه يې بايد وګڼو او په کوم بل صنف کې راځي؟ د خپلې څېړنې په دې برخه کې مخکې له دې، چې د شورۍ په موضوع بشپړه خبره کوو، دا هم ډېره مهمه ده، چې د فلکلور یو پېژند وړاندې کړو او له دې تعريفه دا هم راجوته شي، چې رښتيا هم دغه صنف د فلکلور برخه ده، که په ادب کې کوم بل او خاص ځای هم لرلای شي ؟

د فلکلور په اړه د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې ادبپوهانو او فلکلور پېژندونکو د خپل ليد سره سم تعريفونه ټاکلي دي خو په دغه ټاکل شوي پېژند؛ ځکه بسنه کوو، چې تر ډېرو نورو هغو راته په دغه ځای کې غوره برېښي [ فلکلور د عوامو خلکو هغو عنعنو ته ويل کيږي، چې د لرغونو زمانو څخه راپاتې شوي او د اوسني وخت له متداولو پوهنو، عقايدو او چلن بېلګو سره يو څه توپير لري][3] همدغه پېژند/ تعريف په اساس اوس بايد دې پوښتنې ته ځواب ولټول شي، چې شورۍ رښتيا هم فلکلور دی که د ولسي/ شفاهي ادبياتو په کوم بل ژانر کې راځي؟ د منل شوې پښتو اصطلاح په مصداق، چې خبره له خبرې پيدا کيږي، د ژانر په يادولو سره په پيل کې په کار ده ژانر تعريف او بيا خپلې موضوع پسې د همدې بنيادونو په چوکاټ کې لاړ شو.

ژانر

ژانر فرانسوي کلمه ده، چې په انګريزي کې هم د فرانسوي په شان تلفظ کيږي او په لغت کې ډول، صنف، ټيپ(بېلګې) ته ويل کيږي، په ادبي کره کتنه کې ژانر د ادبي اثارو پر جلا ټيپونو يا کټګوريو باندې دلالت کوي، چې د جلاوالي معيار يې فورم(شکل) يا تکنيک دی، يا په بله ژبه ادبي ژانرونه د شکل يا تکنيک په اساس يو له بله بېليږي.[4] اوس نو د ژانر له معلومولو زموږ موضوع ښه روښانه کيږي،چې په ولسي/شفاهي ادب کې شورۍ ځانګړی صنف دی، چې د خپلو ځانګړتياو په بنياد له ډېرو نورو ادبي ژانرونو سره د شکل او محتوا له مخې څرګند جلاوالي لري، چې همدا بېلتون يې په ادبياتو کې د يو ځانګړي فورم لرونکي تخليق په توګه مني او ثبتوي.

... له رنسان نه تر نولسمې پېړۍ پورې ادبي اثار په دغو ژانرونو وېشل شوي وو، تراژيدي، کميډي، ايپيک، لیريک او پاستورال داسې ګڼل کېده، چې ګويا هر ژانر ځانته مشخص اصول او موازين لري...[5]  او همدا ټول ډولونه د فورم او تکنيک له مخې په يو نه يو ډول سره تړلي دي، اصول او قواعد يې لږ، ډېر سره ورته والی او نزديکت هم لري نو اوس خبره په پورته ادبي وېش کو، ټول ادبي اثار په پينځو لويو برخو وېشل شوي دي، چې داسې ده نو موږ په دغه وېش کې د خپلې موضوع لپاره بايد ځای وټاکو او وګورو، چې موضوع مو په کومه برخه پورې څنګه تړلې ده؟

د وخت په تېرېدو سره خو ټول نه، د شفاهي/ولسي ادبياتو ځينو، ځينو مهمو صنفونو د ضرورت له مخې ليکلې بڼه غوره کړې او د ادبي اثارو په پورتني وېش کې يې د ځان لپاره غوره ځای پيدا کړی لکه د پښتو ژبې چاربيتې.

لغت (شورۍ) هم د پښتو ژبې د ولسي/ شفاهي ادبياتو يوه مهمه برخه ده خو د ډېرو کتابونو په پاڼو اړولو را اړولو سره بيا هم په دې ونه توانيدو، چې د دې موضوع د لا روښانه کولو لپاره داسې يو ليکلی سند پيدا کړو، چې د پېژند/ تعريف په بڼه يې ستاسو مخ ته کېږدو، دا ستونزه شته خو دا موضوع پښتنو فلکلور پېژندونکو په مطلق ډول له ياده نه ده باسلې، لږ او ډېره يې ياده کړې ده خو په تفصيلي ډول به دغه ليکنه لومړی وار وي، چې ستاسو په مخ کې ده.

د شورۍ( لغت) په اړه که ډېر نه وي د پښتنو فلکلوريستانو همدومره يادونه هم، چې شورۍ څه شی دی؟ په کومو وختونو کې د چا له لوري ويل کيږي؟د دغې اوږدې غځېدلې تنګې او کږلېچنې لارې تياره ګوټونه د اوږده مزل په موخه په لومړي سر کې تر يو بريده را راوښانه کړي.

تر اوسه پورې، چې موږ د شورۍ لپاره په کتابونو کې کوم خاص پېژند/ تعريف پيدا نه کړای شو نو مجبوراً بايد داسې ووايو، چې [ په في البديهه ډول د دوو يا څو کسانو له خوا په يوه مشخصه موضوع په مسلسل ډول وړاندې کېدونکي موزون، مقفی او با مفهومه کلام ته لغت/شورۍ وايو] دا پېژند ښايي هغومره بشپړ نه وي، چې ستاسو تمه ده خو په دې تعريف وړاندې کولو سره موږ د اصلي موضوع تياره ګوټونه تر يوه بريده روښانه کولای شو.

د شورۍ/ لغت سره د افغانستان په سوېل ختيځه حوزه او د همدې لوري د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه پښتنو سيمو اوسېدونکي بشپړه بلدتيا لري او د دې سيمو ډېر محفلونه او د خوښيو پروګرامونه او مېلې هم پرې په عامه اصطلاح ښې په سُر کې وي.

د يادو سيمو ډېر پښتانه د شوريو له پاره خپل ويونکي لري، چې د ولسي شاعرانو او شوريګرو په نومونو يې يادوي، همدا شاعران/ شوريګر په شورۍ جوړولو او ويلو کې پوره مهارت لري، ډېر وخت په دې ولسي شاعرانو باندې په يادو سيمو کې محفلونه او د مېلو پروګرامونه تر و تازه وي، خلک د دوی له لوري ښو او اوږدو سياليو ته منتظر وي، په ځينو وختونو کې په شپو، شپو د شوريګرو ترمنځ د سيالۍ مثالونه موندلای شو، د ډېرو ودونو پروګرامونه په دوی ښه تاوده وي، شپې پکې روڼيږي خو بيا هم خلک منتظر وي، چې څه به کيږي، پخوا داسې وه، چې... د واده د نندارې په نورو برخو کې به اولسي سندرغاړو له هارمونې او رباب سره سندرې ويلې يا به شوريګر راپاڅېدل، شورۍ به يې ويلې، کله، کله به د شوريګرو ترمنځ مقابله شروع شوه او في البديهه شورۍ به يې جوړولې، په نندارو کې به يو يا دوه ځله اتڼ هم کېده او په دې ترتيب به د سهار ترلمانځه پورې ننداره روانه وه، د سهار چای له خوړلو وروسته به تر غرمې پورې اولسي سندرغاړو غزل يا شورۍ ويلې او اتڼونه به کېدل[6]، چې اوس دا کار په محفلونو کې د تېر هغه په پرتله يو څه کم رنګه شوی او يا هم د سندرغاړو او ټکنالوژيکي وسايلو زياتېدو محفلونو ته د شوريګرو په ورتلو منفي تاثیر کړی او د پخوا په څېر د دوی د شورۍ محفلونه هغه بازار نه لري او يا به د وخت کموالی د دې باعث شوی وي، چې د دې صنف د محفلونو مينوال محدود کړي، محمد طاهر ځاځی راته وايي، چې شورۍ اوس داسې خوند کوي، چې په انټرنېټ يې ګورې او د شپې خپل ترې ويده شې او که کومه برخه پاتې وه بيا يې وګورې، پخوا امکانات نه و نو ځکه يې په محفلونو کې په ګډون مجبور و، د ده په خبره داسې هم نه ده، چې په بشپړ ډول يې مينوال له منځه تللي دي؛ بلکې لا هم ګڼ شمېر اورېدونکي او د محفل ګډونوال لري خو په اغلب ګمان ويلای شو، چې د پخوا په پرتله به يې د مينوالو شمېر؛ ځکه کم شوی وي، چې اوس په خلکو ورځني مصروفيتونه زيات شوي او بل له لهجو څخه د خلکو لرېوالی يوه او د ټکنالوژۍ دود، د موسيقۍ پرمختګ او د خلکو مصروفيت بله لويه مسله ده، چې په دغو پروګرامونو او محفلونو يې سيوری کړی دی او په زياتو سيمو کې سياسي او امنيتي وضعيت هم په داسې محفلونو کې د خلکو ګډون کم رنګه کړی دی خو د هيواد څخه د باندې په خليج هيوادونو کې بيا د مسافرو په محفلونو کې د شوريو مينوال او ګډونوال په محفلونوکې له اندازې زيات دي او همداسې يې په يوټوب چېنلونو د پخوانيو او اوسنيو شوريو ليدونکو شمېر زيات شوی دی.

په سيمه ايزه کچه محفلونو کې د امنيتي تحديدونو  له وجې د ګډونوالو دا محدودېدل ښايي يوه ورځ د دې باعث شي، چې دغه صنف تر دې هم پيکه او کم رنګه کړي نو لازمه ده، چې د شورۍ د خوندينې په پار ځينې محفلونه جوړ او په ښه ويډيويي بڼه يې ثبت وشي، چې تر اوسه د دې محفلونو ښې ويډيوګانې په ډېر ندرت سره موندلای شو.

لږ تر لږه په دې لومړۍ برخه کې مو د (شورۍ/شارۍ/ لغت/ لغات)ترمنځ توپير واضح کړ او وپوهېدو، چې (شورۍ/ لغت) بېل او (لغت، لغات) سره ډېر لرې او بدلې معنې لري، چې يو يې د ګرامر او بل يې د شفاهي/ولسي ادب مهمې برخې جوړوي.

اوس ستاسو خوښه ده لغت ورته وايئ، شارۍ يې بولئ او که شورۍ!؟ في البديهه شاعري يې ګڼئ او که کوم بل نوم ورته ټاکئ، زه يې د استاد روهي په اصطلاح شورۍ بولم؛ ځکه يې شورۍ بولم، چې د شوريګرو لهجه کې الف تل په واو بدل شوی دی او دوی له معياره لرې په لهجوي بڼه دغه فورم وړاندې کوي، که موږ دا د شوريګرو مال ګڼو نو بايد د هغوی په لهجه ورته قايل او تلفظ يې بدرګه کړو او که بيا بحث د ګرامر استادانو ته پاتې شي، چې دا معياري نه ده هغه او دا نو بيا به له هغه وروسته دوی په (شارۍ، شورۍ، لغت او لغات) کې په يوه موافق شي او موږ به يې هم هغسې وايو.

د دې برخې وروستی وضاحت همدا دی، چې د ګرامر او شفاهي/ ولسي ادبياتو دغه موضوع سره ډېر اوږد واټن لري او کله هم نه شي کېدلای، چې يو يې د بل ځای ونيسي او يا يو د بل مفهوم افاده کړي.

د شورۍ شاليد او تاريخچه

 

په پيل کې مو تر يو بريده دا روښانه کړه، چې د لغت(ويي) او لغت(شارۍ/شورۍ) ترمنځ ډېره فاصله موجوده ده او بېلابېلې معنې لري خو اوس د څېړنيزو کتابونو او منوګرافونو د نورمونو سره سم په دې خبرې کو، چې د شورۍ شاليد يا تاريخچه به ترکومه ځايه رسيږي، کله او چېرته پيل شوې؟

که دې دواړو پوښتنو ته ځوابونه لټو ښايي ډېرې اوږدې پلټنې او څېړنې ته اړتيا ولري، چې د دې رسالې له توان وتلې خبره ښکاري او دا ځوابونه پيدا کول ډېر عمر او کار ته اړتيا لري او د يوې مقالې خبره نه؛ بلکې د ځانګړې او يوې لويې رسالې بحث دی خو په دومره اسانۍ سره د دې فورم ټوله تاريخچه راپيداکول؛ ځکه اسانه کار نه دی، چې په دې برخه کې داسې ښکاره لاسوند او ماخذ نه پيدا کيږي، چې سړی ترې ګټنه وکړي خو بيا هم د ځينو خامو موادو له لارې، چې د ټولنې د بېلابېلو خلکو سره په مرکو او خبرو اترو کې پيدا کړي چاڼوو او د خپلې موضوع د روښانتيا لپاره ترې ګټه اخلو که څه هم دغه مواد په دې برخه کې زموږ د کار بشپړه اړتيا نه شي پوره کولای خو دا خبره په لاس راکوي، چې لغت(شورۍ) له څومره وخت راهيسې په کومو سيمو کې ډېرې دود دي؟

مخکې تر دې، چې د شورۍ د شاليد يا تاريخچې په اړه څه ووايو، دا مو روښانه کړه، چې د افغانستان په سوېل ختيځه حوزه کې د ډېورنډ نفوذي کرښې پورې اورې پښتانه يې ځانګړي مينوال او ويونکي دي، چې په بېلابېلو محفلونو کې يې وايي او په همدې حوزه کې د شوريګرو او ځينو مطرح په عمر پخو قبيلوي او قومي مشرانو له خولې، چې څومره مالومات زموږ لاس ته راغلي دوی وايي: د دوی د نيکونو او غورنيکونو له قوله، چې سلګونه کلونه پخوا هم ځينې شوريګر موجود و او له هغه وخته راهيسې دا فورم رانقل شوی او وخت په وخت ځينې شوريګر پيدا شوي او د شفاهي/ولسي ادب دغه برخه يې تر دمه ژوندۍ ساتلې او پاللې ده.[7]

د دې خبرو او مالوماتو په استناد ښايي شورۍ تر دې هم زيات عمر کړی وي؛ ځکه چې په شوريو پسې تړلې ځينې روايتي کيسې او حکايتونه پاتې شوي دي، چې عمر يې تر شپږ، اوو پيړيو پورې رسيږي خو دا، چې موږ په لاس کې کره اسناد او کتبي شواهد نه لرو يوازې په دې خبره بسنه کو، چې دغه فورم د ډېرو لرغونو زمانو راهيسې په ياده حوزه کې خاص ويوونکي او تر دې وخته ډېر مينوال لري.

په ليکلو ادبياتو کې استاد احمدشاه زغم د مشاعرې په نوم د اخوندانو د وخت کيسه کوي وايي، چې په پخوا وخت کې به اخوندانو د شپې خلک او خپل شاګردان راټولول، ډمامې او نغارې به يې واخيستې او په في البديهه ډول به يې يو بل ته شعرونه ويل او د استاد حبيب الله رفيع په قول وايي، چې د دغو مشاعرو قاعده به داسې وه، چې شروع به شاګردانو کوله اکثراً به د معما يا چيستان په بڼه ويل کېدې.

دا د کوم وخت د اخوندانو خبره ده، سلګونه کاله پخوا د اخوندانو او حجرو دود په افغانستان، پښتونخوا او... سيمو کې و، چې موږ يې په ولسي/شفاهي ادب کې ډېرې بېلګې لرو، په دې نږدې وخت کې خو د اخوندانو او حجرو کيسه نشته او بل د حجرو طالبانو د اتڼ او مينې کيسې په ادبياتو کې شته لکه پښتو دا ټپه:

حجره يې شته طالب يې نشته 

په حجره ګۍ يې لکه مار وګرځېدمه 

يا همداسې د طالب جان او ګل بشرې نقل، چې له ډېر پخوانيو نقلونو څخه يو دی او د ولسي (في البديهه مشاعرو، چې له ډمامو سره به يو ځای کېدې) له شورۍ سره ورته والی لري، اوسنۍ شورۍ همداسې له ډمامو سره خو اخوندان نه؛ بلکې شوريګر وايي او خلک پرې راټول وي محفل ښه په سر کې وي، په دې کې نه يوازې چيستانونه معماوې ويل کيږي، رباعي، غزل، سندرې او همدا شوريګر ان د اتڼونو لپاره هم په في البديهه ډول سندرې جوړوي، چې موږ يې ډېرې بېلګې لرو.

که د استاد حبيب الله رفيع همدا قول موږ ومنو، چې د اخوندانو له وخت في البديهه مشاعرې د شپې له خوا دود وې نو دا دغه معنی لري، چې د وخت په تېرېدلو سره دا موضوع له اخوندانو ولسونو اخيستې او اوس يې د شورۍ بڼه خپله کړې او په دغه مشخصه شوې جغرافيه کې پاتې او له ورکېدو ژغورل شوې.

په عمر پوخ حاجي امين الله ځاځی راته وايي د شفاهي/ولسي ادبياتو دا برخه ښايي ډېره اوږده مخينه ولري،چې دقيق وخت يې نه مالوميږي د نوموړي د خبرو دليل دا و، چې څلوېښت پينځه څلويښت کاله مخکې يې د سل، يونيم سل کاله وړاندې ويل شويو شوريو په اړه کيسې اورېدلې دي نو هغه مهال، چې داسې کيسې موجودې وې تر هغه مخکې، چې د ثبت وسايل او امکانات نه و او نه په دې حوزه کې دومره لوستي کسان و، چې دا صنف ثبت او په ليکلې بڼه خوندي کړي نو ښايي ډېر او نا اټکل شوي عمر مخکې ويل شوې وي.

د ښاغلي ځاځي يو دليل دا هم و، چې اوسنۍ شورۍ په ډېر دقت او ډېر زيات ويونکي لري، چې پخوا ښايي د دې ويونکي هم محدود و خو زموږ په ياد د ډېرو نومونه راځي، چې له دې يې مخينه پخوانۍ مالوميږي.

په عمر پاخه شوريګر بيا په همدې برخه کې د سپينږيرو ويونکو په اړه يو دليل وړاندې کوي وايي، ښايي په دې حوزه کې دا صنف ډېره اوږده مخينه؛ ځکه ولري، چې په محفلونو کې يې ډېر درانده قومي مخور شخصيتونه هم ونډوال کيږي او اوس هم وخت ناوخت پکې برخه اخلي حال دا، چې په دې سيمو کې موسيقي او موسيقارانو ته په ښه سترګه نه کتل کېدل او لا هم نه ورته ګوري خو شوريګرو ته [چې له موسيقۍ سره شورۍ کوي] اوس هم په درنده سترګه ګوري او په ښه نوم يې يادوي، چې د خلکو له لوري همدا درنښت او منل دا راپه ګوته کوي، چې دغه صنف له ډېر پخوا څخه رواج وي او شوريګر د هنرمندانو په څېر د ډم نه؛ بلکې شاعرانو په نوم يادوي او درناوی يې کوي.

زنګي خان پرېشان، چې د پکتيا مشهور او نوموتی شوريګر دی وايي(( دا لغت د څو کالو خبره نه ده، د سلو کالو خبره هم نه ده د دوسو کالو خبره نه ده حتی، چې د پېنځو سو کالو خبره هم نه ده، د دغه نه وړاندې زمانو نه وروره خصوصاً پکتيا کې ده، د دغو فلکلور يې بولې، کلتور يې بولې، عنعنه يې بولې، ولسي ادب ورته وايې، دا زما په ياد د عمرونو خبره ده او د انقلاب نه رارورسته دېرش کاله کيږي، چې موسيقي مو پکې وليده، چې باجه رباب ورته راګډ شول له دې مخکې پکې دا شی نه و، له ډول او شپېلۍ سره به لغت کېدل یعنې يوه به شپېلۍ وه او يو ډول))[8]

د دې سيمې د ځينو نورو مطرح شوريګرو په خبره پښتنو او په ځانګړي ډول د يادې حوزې اوسېدونکو ته له موسيقي سره د شعر ويل ډمتوب ښکارېدو او لا هم ښکاري خو شورۍ بيا ورته داسې نه بريښي؛ بلکې خپل حکايت او روايت يې ګڼي، چې له پلار او نيکه ورپاتې وي نو ځکه موږ ويلای شو، چې د دې صنف تاريخي ارزښت به تر لسو، دولسو پېړيو پخوانی او يا تر دې هم لرغونی وي او که لا ډېر وپلټل شي او په سيمو کې ګرځېدا ممکن شي ښايي د ډېرو پخوانيو ويونکو نومونه او شهرتونه يې هم پيدا شي.(د دغو شهرتونو او نومونو پلټنه يو ځانګړی کار دی، چې بايد وشي/ ليکوال)

د يو شمېر قومي مخورو په خبره د پلار نيکه نه ورپاتې روايتي کيسو څخه ورته جوتيږي، چې د لويې پکتيا ډېرو سپينږيرو هم په خپل، خپل وخت د شوريو ويلو او اورېدلو په محفلونو کې ونډه اخيستې.[9]

ښايسته جان احدي وايي په جشنونو، مېلو او ملي ورځو کې زموږ مشران په ډېر وياړ خپل کلتور ته ګوري، اتڼ! چې زموږ د کلتور يو لوی مثال دی مشر او کشر وياړي، چې د اتڼ په ميدان ورګډ شي همداسې لغت يا شورۍ هم درواخلئ، چې زموږ مشرانو پکې برخه اخيستې او که اوس هم ځينې، ځينې د دې وړتيا ولري په ډ‌ېر وياړ برخه پکې اخلي او په محفل کې ورجګيږي.

د ده په خبره، له نيکونو څخه داسې کيسې ورپاتې دي، چې په پخوا وختونو کې به که د دوو قبيلو ترمنځ کومه ستونزه پېښه شوه، د حل لپاره به يې جرګې وټاکل شوې او چې موضوع به حل شوه له هغه وروسته به يې په شپو، شپو په يوه او بله قبيله کې ميدانونه جوړول او شوريګر البته، چې څوک به ډېر تکړه و د دواړو لوريو څخه به يو، يو يا يوه، يوه ډله درېده او هلته به يې د يو بل مقابله کوله او په مشخصه موضوع به يې شورۍ کولې، چې ددواړو لوريو ترمنځ روغې جوړې ته لا زيات کار وشي او د دواړو قبيلو مشرانو، ځوانانو به پکې په ډېر وياړ ګډون کاوه،چې دا ميدانونه به بيا د ډېرې دوستۍ مثال ګرځېدل، کرکې به له منځه وتې په يوه او بل طرف به ټوکې کېدلې تر هغو، چې د جنګ، جګړو هغه کينه، چې د قبيلو د خلکو او ځوانانو په منځ کې به وه په ورورۍ بدله شي او دا کار به د مينې او محبت زياتېدو په خاطر کېده.

په دغو ميدانونو کې به که کومو شوريګرو ښې شورۍ وکړې او قبيلوي ستاينې به يې ډېرې کړې وې او مينې محبت خورولو ته به يې ښه کار کړی و او نوې، جالبې ټوکې يا قبيلوي شعرونه به يې ويلي و نو د دواړو قبيلو له خوا به يې ستاينې کېدې او هغه به د هغه وخت په ډېرو مهمو  او لويو ډاليو نازول کېدل....[10]

د منګلو قبيلې مطرح او منلی شوريګر ولي ګل روان بيا په خپلو سيمو کې پخوانۍ قبيلوي ستونزې په شعرونو او د شوريګرو په مقابلو حل ګڼي، دی مثال ورکوي، چې په اوس وخت کې هم ځينې داسې قبيلوي مشکلات او منازعات و، چې شوريګرو پکې ښه رول لوبولی او خلکو ته يې حوصله ورکړې او له جنګ جګړو يې راګرځولي د ده په خبره (( څه وخت وړاندې د منګلو او مقبلو ترمنځ د ځمکو او غرونو په سر شخړه رامنځته شوې وه او د دواړو قبيلو ځوانان يو بل ته په څو کې ناست او احساساتي و، چې بيا مو په يوه حجره کې د سرګړو په مرسته د منګلو ځوانانو احساسات په دغه سر راټيټ کړل:

زړه دی زموږ زړه دی منګلو 

مقبل دې ډېرې غورې کي – دا پېغور نه دی منګلو

چې مېړنی دې کشر ورور شي – منګلو

هغ دفاع به کوو بل تربره ته ښه دی – منګلو 

دا مشر ورور دی په پکتيا کې – منګلو

تربره ته مخومخ ويرڅي نينګړی نه دی – منګلو

يو مو سنګر يو اتحاد دی – منګلو 

دا درواغ نه دو غم شريک د ژوندي مړه دی – منګلو

مقبل منګل دې ورته ځير شي – منګلو

چې په دا جنګ دی څوک خپه د چا زړه ښه دی- منګلو

يو مو اوبه يو مو جوس دی – منګلو 

مقبل، منګل مثول د يوه کاله دی – منګلو

ولي ګل روان زياتوي، چې ځوانان احساساتي دي که چېرې د دوی احساسات په هنري الفاظو را کابو شي نو ډېرې ستونزې حليږي.

پورته شعر اوس هم زيات منګل ځوانان زمزمه کوي دا يو شعر نه دی له پخوا څخه ډېر شعرونه شته، چې شوريګرو ويلي دي او ستونزې پرې هوارې شوې.

د احدي او شوريګر ولي ګل روان د خبرو په بنياد د شوريو په تړاو دا روايتي کيسې او خبرې دا راپه ګوته کوي، چې د شوريو مخينه اوږده ده او لا هم په دې برخه کې پلټنې او زيات کار ته اړتيا ليدل کيږي، د شوريګرو او مشرانو په قول، چې شوريو په خپل وخت کې ډېر ښه رول لوبولی د قبيلو ترمنځ يې په ډېرو مسلو کې تربګنۍ په دوستۍ بدلې کړې او د ځوانانو د احساساتو کابو کولو کې يې ښه ونډه اخيستې او رول لوبولی، د دې حکايتونو ډېرې بېلګې په کيسه ايزه او شعري بڼه لا هم موجودې دي، چې يوه اوسنۍ بېلګه يې موږ وړاندې کړه او يوه بله برخه يې رانقلو، چې د منګلو او ځاځيو[11] د شوريګرو ترمنځ تقريباً درې لسيزې پخوا ويل شوې او د ځاځيو شوريګر منګلو وربللي و او هغوی په محفل کې د لغت/شورۍ په ژبه د منګلو په عادتونو خبرې پيل کړې او داسې سر يې واچولو:

د لغت،شارۍ،شورۍ نمونه

دا قوم دی د منګلو دا په غم سړی ړوي

خلاصون درک بدې نه وي داسې سم سړی ړوي[12]

 

دا قوم دی د منګلو وروره ونيسه غويږونه

دا پټه کيسه نه دو دلته پنډ دي عالمونه 

والله که به پو ډېر وي وروره داسې لغاتونه 

متل دی پښتنو کې څوک چې بد کوي کارونه 

مخلوقه غورځي مه کوئ ټول ونيسئ غويږونه 

پو کور دی، چې نن شپه کې يو څو وشي لغاتونه 

پروا نه کوي خلکو څومره پنډ دي ښه مېړونه 

متل دی پښتنو کې څوک چې بد کوي کارونه 

دغه پټه کيسه نه ده هغه ماتيږي پښې لاسونه 

اختر ته به ته نوست وې په موتم سړی ړوي[13]....

 

دا قوم دی د منګلو روشه سم شه پرې خبر 

ورورکه دروغ نه دي سم دې کړی دی نظر 

ايشکي او د خبرو نه يې دوی وهي بيا ليار

لغات چې ورته نه کړې هر سړی دی موراور 

روغلي شاعرون دي نن پرې ښکلی دی ډګر

په هغو شاعري کړي چې ورکې وي هم هنر 

په شعر په شاعرۍ کې به سره کسو سمه غر

نو سوال به کو خدای ته د چا ټول مه کړې ټغر

که هر څومره اصلاح شي ښه محکم سړی ړوي[14]....

 

دا قوم دی د منګلو په لغت نې دي مين 

ايمو ورور حاجي مت خونه کله نه شې کبرجن

په دغو لغاتو کې شاعران کړي ستومن 

غويږونه دې پرې خلوص کړه غږوي په هر وطن

په دا رقم خبرو کې درويغ جينی شي غمجن

شاعره زنګي خونه ګيله من به نه وې نن 

که هر څومره شې غلی په اړم سړی ړوي[15]....

 

دا قوم دی د منګلو، چې تاريخ لري پکتيا کې 

زموږه ولمونه يئ کسه پوی بوم کم پردا کې 

دا پټه کيسه نه دو نور به څه ويايئ په دا کې 

بل داسې درته يايم شعر به يايئ په قافيه کې 

ځاځيو شاعرانو خيال به ښه وکئ سينه کې 

شاعر حاجي مت خونه ته محکم شه په مورچه کې

رښتيا خبرې دا دي وروره شک نشته په دا کې 

منګلو قوم ګرم نه دی دا خو ګرم سړی ړوي[16].....[17]

پورته شورۍ حاجي مت خان، زنګي خان، محمدالدين،  ولي ګل روان او ملګرو يې په يو مجلس کې، چې د منګلو او ځاځيو قبيلو خلک يې نندارې ته ناست دي او شاعران/شوريګر هم د دواړو قبيلو راغلي دي  سره کړې او دغه شورۍ اوږدې دي او نور شاعران هم پکې د دوی ترڅنګ ګډون لري او يو بل ته داسې ځوابونه ورکوي، لکه څرنګه، چې پاس تاسو ولوستل، د دوی دا ځوابونه په محفل کې شور او د خوشالۍ غورځي جوړوي او مينوال يې خوند ورڅخه اخلي ... د شعورۍ په تاريخچه او شاليد تر دې ډېرې خبرې؛ ځکه نه شو کولای، چې کتبي شواهد مو په لاس کې نه شته او له پورتنيو کيسو او وضاحتونو څخه رامالوميږي، چې د دې صنف تاريخ د اخوندانو له حجرو څخه هم مخکې پيل شوی وي.


د شورۍ جوړښت

 

نن په يو قيمت خرڅيږي خاورې، زر

تورو خاورو لاندې ځکه شو هنر

په قسمت سره يو نيم لعل پکې پيدا شي

نوره هسې وي د تورو کاڼو غر

حاجي مت خان

 

کله، چې د ولسي شاعرانو/شوريګرو ترمنځ په محفل کې په في البديهه ډول شورۍ پيليږي اکثر وخت ترې مخکې څلوريزه، غزل، چاربيتې... او نور د قطعې يا رباعي په نوم وايي او بيا د لغت/ شورۍ پيل کوي.

مخکې له دې، چې د لغت سپړنې ته مخه کړو د حاجي امين الله ځاځي په قول به د يو مهم او ډېر مشهور لغت د سر په اچول شوي بيت، چې د اوو کسو شوريګرو ترمنځ په مقابله کې ويل شوی خپلې موضوع ته ورننوځو:

يوځل يې پړه کړل داورې يې بيا شوي دي ورګ

نه دريږي شعر ته شول جګ

د ولسي شاعر/شوريګر له لوري دغه پورته موزون کلام د سر په نوم وړاندې کيږي او نورو شاعرانو/شوريګرو ته چلېنج ورکوي او فکر کوي، چې په دې پسې به په ډېره سختۍ بل شاعر مفهوم، قافيه او رديف پيدا کوي او نه به شي کولای دغه ميدان ترې وګټي خو په همدغه محفل کې حکيم جان فريادي د شورۍ پيل اخلي مسرۍ وايي او بيا داسې يو بند پسې تړي، چې په محفل کې روانه سيالي هم په دغه لاندني بيت د ځان په نوم کوي وايي: 

دا برې کورمې کې ډار کړي و دغه ګورګ

نه دريږي شعر ته شول جګ[18]

يو بل مثال راوړل هم راته په دې برخه کې بې ګټې نه بريښي، په دې خاطر که دغه رساله داسې يو څوک لولي، چې له شورۍ سره پوره بلدتيا نه لري ښايي زموږ په سپړنه يې چندان سر خلاص نه شي او په ستونزه کې وي نو په کار ده، چې د هغوی لپاره په ځينو مثالونو کې موضوع لا زياته روښانه  کړو، حاجي مت خان او سخي مت خان، چې دواړه وروڼه دي په يو محفل کې داسې پيل اخلي، سخي مت خان يې په رباعي پيلوي:

یو سر يايو بيا بو لږه کو دمه 

هغ نه پسته د لغت کو سمه جمه

د لغتو هر سړی نن خريدور دی 

ځکه هر سړی دی دې کور ته په تمه 

په هر څه کې که هوښيار وې ځون خبر که 

دا مې ووره لږه خوله ښوروه سمه 

بل ته مه يايه چې ګرم يې خپل ځون کسه 

ځون هوښيور که ځون کې خپله کسه ګرمه 

يوه پنجه سياله چې وکو دا به ښه وي 

نو بيا وروسته له لغت نه شه بې غمه 

خوښه يې تو ده حاجي مت خونه سر دې وُر دی 

ځون بيدور که، که په غره څې که په سمه [19]

دلته د سخي مت خان له لوري حاجي مت خان ته د رباعي په بڼه منظومه بلنه ورکول کيږي، چې دی بايد پيل وکړي او سر واخلي، چې دا بيا د شوريو پيل ګڼل کيږي او دوی به په همدې قافيه، رديف او وزن د نورو مسريو له ويلو وروسته په همدې قافيه تړي، حاجي مت خان پورتنيو مضامينو ته په کتو مقابل لوري ته په اشاره داسې سر را اخلي وايي:

شپه تېره دو زيوته څو بجو ته رسېدلې دې

نه شي کړی لغت خوله يې غويږو ته رسېدلې دې[20]....

د دې رسالې په پيل کې مو د لغت له پاره د زاهد پښتو، پښتو قاموس په حواله وليکل، چې کږه خبره، کنايه، طنز ته لغت وايي په پورته بيت کې تاسو په ښه ډول دغه مضامين درک کولای شئ، چې د شپې په ناوختي کې شوريګر په خپلو منځونو کې څرنګه يو بل ته په طنز او کنايه مضامين اريه کوي.

د لغت يا شورۍ د سپړنې پيل له همدغه پورته وضاحت څخه کو، چې (سر) يې ګڼي او هر شاعر هڅه دا وي، چې بامفهومه کلمات او مضامين په همدې قافيه ورونښلوي خو مخکې له دې دا هم مهمه ده، چې د سخي مت خان له لوري ويل شوی منظوم کلام رباعي ده او کنه؟

رباعي:

د ادبياتو محصلانو او ذوقي لوستونکو به د رباعي په اړه ډېر څه لوستي وي او په ډېرو کتابونو کې د رباعيانو په اړه زيات مالومات لا هم پيدا کولای شي خو موږ د خپلو موضوعاتو د اوډون لپاره مجبور يو، چې په لنډ ډول موضوع را واخلو، کله چې د ښوونځي زده کوونکی وم د رباعي په اړه مې دا پېژند خوښ شوی و او ښه ده، چې دلته يې کټ مټ وليکو(د پښتو عوام خلک هغې غزلې ته، چې موضوع يې پند او نصحيت وي، رباعي وايي کله، چې سندرغاړی په ساز او سرود پيل کوي نو د مخه تر چاربيتو، غزلو او نورو اشعارو په ورو، ورو او يو مخصوص طرز سره يوه رباعي وايي او په دې توګه د اورېدونکي توجه خپل ساز او اواز ته را اړوي وروسته نو بيا په نورو سندرو او بدلو پيل کوي)[21] د رباعي په اړه په ډېرو تعريفونو کې يې دغه بڼه زموږ موضوع روښانه کولو ته ډېره لنډه ده په يو مخصوص او ځانګړي طرز سره يوه رباعي وايي، شوريګر له شوريو پيلولو مخکې هر يو يې په يو ځانګړي ډول يوه رباعي وايي، د سخي مت خان له لوري پورته کالب کې ويل شوي بيتونه د دې پېژند له مخې رباعي بللی شو او که په راتلونکو پاڼو کې بيا هم د لغت د سر په پيل کې داسې کوم کلام په بېل طرز او انداز راغلی و د دې پېژند له مخې يې په ډاډه زړه رباعي ګڼو او ګڼئ.

په رباعي که تر دې اوږد بحث کو نو موضوع به راڅخه بل خوا کش کړي؛ ځکه يې همدلته پرېږدو او د شورۍ په سر بحث ته دوام ورکو، چې سخي مت خان خپل مقابل شاعر حاجي مت خان ته په رباعي کې مستقيم وايي، د راتلونکې مقابلې سر ستا په وار دی او مجبور يې، چې سر ووايې نو هغه هم ځان ټيټ نه راولي او داسې يې پيلوي، چې:

شپه تېره دو زيوته څو بجو ته رسېدلې دې

نه شي کړی لغت خوله يې غويږو ته رسېدلې دې 

شاعر درې کاره کوي هم خپل د سر بيت وايي، هم طنز(ټوکه) کوي او هم د هغه پورتنيو بيتونو او مسرو ته په اشارې وايي، چې د دمې غوښتنه يې کړې او نه شي کولای لغت او شورۍ وکړي او سخي مت خان ملامتول يې په طنزي ژبه محفل لا رنګينوي.

د شورۍ(لغت) سر:

شپه تېره دو زيوته څو بجو ته رسېدلې دې

نه شي کړی لغت خوله يې غويږو ته رسېدلې دې 

دا بيت د سر بيت دی او له دې قافيې او رديف وروسته دواړه شاعران/شوريګر ځان مجبور او مکلف ګڼي، چې له نورو مسرو او موزونو کلامونو ويلو څخه وړاندې کېدلو څخه وروسته بيا همدغه بيت ته راوګرځي، دا، چې دوی د غزل په فورم کې مسرې را اخلي، رباعي خوښوي او که کوم بل جوړښت خو سر ته د راګرځېدو لپاره په ډېر هنري انداز په همدغه رديف او قافيه ورداخليږي او بېرته راګرځي...

د دوی بېرته راګرځېدنه او د مسرو ترمنځ تړاو مهم دی، ډېر ښه تړاو ورکوي موضوع نه پريږدي او نه يې خرابوي، چې دا کار يې پورکيفه او حيرانونکی هم دی.

که د (لغت/ شورۍ) سر تردې زيات او لا پسې روښانه کول غواړو نو بايد همدغه ويل شوی لغت د بېلګې په توګه ټول را واخلو، چې له جوړښت څخه يې لا ډېر وضاحت کېدلای شي، چې شوريګر څه وايي او په کومه قافيه او رديف څنګه بېرته سر ته راګرځي او د دې مسرو له جوړښت او سټرکچر څخه د سر وضاحت په خپله کيږي يعنې لکه په غزل کې مطلع په شورۍ کې سر بلل کيږي.

د حاجي او سخي ترمنځ د دغې مقابلې طرز داسې دی، چې په سر پسې خښ يو بيت حاجي وايي او بيا ورپسې سخي د هغې بيت مقابله کوي او پسې د مقابلې بل اړخ بيت ته مخه کوي، حاجي يې پيلوي، چې:

وروڼو مسلمانو دا کوی نه شي لغت

يوې پنجې ته يې کسئ، چې ميدون نه يې کم رصخت[22]

د نوموړي د درېدو له انداز داسې بريښي، چې غواړي نور بيتونه او مسرې هم په همدې پسې ور ډېر کړي خو سخي په تيزۍ ورپسې بل بيت ونښلوي:

وه حاجي مت خونه ای غورو نشته دی حاجت

لوس دې خلوص وي مه که صرفه دلته په توبيت[23]

طرز او انداز د موسيقي هم په دغه ځای کې يو دم بدليږي او شاعران بيت په بيت مقابله پيلوي او دواړه په چټکۍ سره د يو بل ځواب وايي او پرلپسې د يو، بل له لوري اريه شوي موضوعات هم په ياد ساتي او يو بل ته نوي، نوي بيتونه هم په في البديهه ډول وايي، حاجي او سخي يو د بل نه کم نه دي، يو بل ته ځان کم نه راولي او يو بل ته په ټوکو، کنايه او هنر کې داسې مسايل بيانوي، چې تر دې مخکې يې شايد فکر هم نه وي پرې کړی، يو د بل ځواب لټوي او په هنري انداز يې وړاندې کوي، چې د محفل ګډونوال يې په ډ‌ېر شوق او ذوق په چکچکو بدرګه کوي، تاسې د همدې شورۍ ټوله بڼه ولولئ او د دې بڼې د لوستو  پرمهال سر ته د راګرځېدو فکر او موضوع تړل هم وګورئ :

زه په شاعرونو بوندې تل کوم حکومت 

هسې تو غريب ته مې دېر کړی دی عزت

حاجي

زه لغت کوی شم ډېر بو نه ګرځې اوچت

سیخ لغت چې وکم زه يم ته بو شې رصخت

سخي

مو و تو دوو په ګرو کې به وي نن همدا ميدون

ته سخي مت خون يې زه شاعر حاجي مت خون 

حاجي

ته حاجي مت خون يې غورې مه که په ميدون

ايتو په شون مې ډېر دي ځغلولي شاعرون 

سخي

هرچاته شته پته د پختيا په منطقه کې 

کوم شاعر، چې مو ته دی روغلی په موقعه کې

 حاجي

غورې موته مه که ته بو ځون ارنې خپه کې

دا يې تو فايده ده نوره کېنه په پرده کې

سخي

زه پرده کې نه کېنم دا زور بدې مالوميږي

دلته لغت خخ دی، لغت تله تلی کيږي

حاجي

ښه شوه ان داسې ښه شوه ايتو بو پته ولګيږي

لږه سياله کو لغت به وروسته سور کې کيږي

سخي

سياله مياله نه کو تر سبيه جنګ کو کنه 

دغه کورغونجي مخلوق همدا سات تېرو کنه

حاجي

وه حاجي مت خونه خو يو بل بو ځغلو کنه 

لوچکي بو سلوح مسلوت پخپل منځ کې کو کنه

سخي

حاجي له سر سره د پورته مسرو تړاو په دې ورکوي او سخي ته په اشاره وايي:

پيزه يې اوږده دو کوړته پښو ته رسېدلې دې

نه شي کړی لغت خوله يې غوېږو ته رسېدلې دې[24]

همداسې ټوکو او کنايه کې يو بل ته ځينې خبرې او اشارې هم کوي، داوړه په موضوعاتو حاکم دي او هر يو غواړي د محفل ګډونوال خپل ځان ته په ډېر هنري انداز متوجه کړي او هم په لغت کې روانه سيالي د ځان په نوم کړي، دوی خپل روان شعر دلته نه بس کوي دوام ورکوي او په دوام کې يې سخي په خپل وار غږ کوي وايي: 

وه حاجي مت خونه داسې ګډوډ چې غږېږې

ښه شوه ان داسې ښه شوه بيا بو وروسته مالومېږې

سخي

ګډوډ زه غږېږم نه، غږېږم په اصوله

تو چيرته د شعر ايلی نه دی وسره سکوله!

حاجي

سکول خو مو دی یلی ته په يوه نې نه پوهېږې

وه حاجي مت خونه څه سوده، سوده غږېږې

سخي

اوس به مالوميږي، چې څوک ښځه دی که نر

ته غريب انپړ يې نه يې ته پروفيسر!

حاجي

وه حاجي مت خونه زه لغت کې يمه نر 

هر چاته مالوم يم لکه لال او هم ګوهر

سخي

لال ګوهر ته نه يې ډېر خو کم لرې قيمت

ډېرو کسه غورو ته بېلکول نشته حاجت 

حاجي

دا خلک هوښيور دي خوله غويږو ته نه رسيږي

دا دې لوتې وکړې د لمدو چيشی لمديږي

 سخي

مرۍ، چې پرېشن کيږي بيا بو ستن ورته لګيږي

چې خولې بګه شي سسته ګوره يا کوړته اوږديږي

حاجي

مو خو پرېشن نه دی کړی هر سړی خبر دی 

ګډې وډې يې وکړې اوس ايده نه ورکه ليار دی

سخي

تو دې خولې پرېشن کومه زه يمه ډاکټر 

زه په شاعرونو باندې هر وخت يم بر                                                                  حاجي

پرې بدې نه ږدم زه ستنه مې سرو ته رسېدلې دې

نه شي کړی لغت خوله يې غويږو ته رسېدلې دې[25]                             سخي

د ډاله په غږ د خلکو په ځوږ او د چکچکو په بدرګه کې د دواړو غږ ورکيږي او يو بل ته سره موسکي، موسکي کيږي، نه يوازې دا، چې دوی موسکي، موسکي کيږي فعال ذهنونه يې په دې هم بوخت دي، چې په ميدان کې به راتلونکي بيتونه څرنګه سره اوډي، وار د حاجي دی او سخي ته په اشاره وايي، چې:

ستنه دې چې سرو کې وي سړې اوبه بيا پې چوم کنه 

تو ستنه به ورو، ورو په ميدون کې ټيټوم کنه

 

وه حاجي مت خونه دا اوبو سره نه ټيټيږي

دا دی  لغت ستنه که زړګی دې نه بديږي

سخي

ايمو لغت چې وي دا بو يې ورو، ورو ټيټوي کنه 

لوی د خدای په فضل ستنه خپل سور ته به ارڅي کنه 

حاجي

بله کسه يې وکړه دی خو نه دی وخت ډاکټر کنه 

سپينه چې کيسه کړو ده نه ورکه شوې ليار کنه 

سخي

ايتو غوندې بېعقلو خلکو زه کړای شم علوج 

زه په شاعرونو کپرۍ کې ږدمه توج 

حاجي

چېرته چې ډاکټر وي بس هغه لري سواد

دا دی بې تعليمه دی بې ځيه کي فرياد                                                                           سخي

ايتو غوندې سړي پرېشن کوی شم په ميدون

ځکه نه پوهيږي دا شاعر سخي مت خون

حاجي

زه ښکلی پوهېږم ده ته پوتې يم حيرون

ګډوډ يې شروع کړی دی دغ ځی کې بيون

سخي

ايتو ستنه شوه ټيټه اوس اوبو ته رسېدلې دې[26].

نه شي کړی لغت خوله يې غويږو ته رسېدلې دې....

حاجي

 

د محفل شور او ځوږ کې دواړه کيني او د ډاله او ارمونيې له غږ سره د دوی وروستۍ پورته مسره پای ته رسيږي او له لږ دمې وروسته په محفل کې د نوي لغت د پيلېدو په فکر چای څښي او د يو بل لپاره ښايي په داسې مسرو فکر کوي، چې يو نه يو لوری پرې مات کړي، په پورتني جوړښت کې دا بيت:

شپه تېره دو زيوته څو بجو ته رسېدلې دې

نه شي کړی لغت خوله يې غويږو ته رسېدلې دې

د سر په نوم ياديږي او ورپسې نور بيتونه او مسرې د (لغت/لغات/شارۍ او شورۍ) په نوم نوموي، که چېرې يې د ادبي فنونو په چوکاټ کې وغورځو ښايي د ځان لپاره په يو او بل چوکاټ کې هم ځای او نوم پيدا کړي خو موږ د ادبي جوړښتونو سره په دې ځای کې سر او کار نه لرو، د شورۍ په جوړښت کې د (سر) پېژندګلوي د دې په خاطر مهمه راته برېښېده، چې يوه ځانګړې اصطلاح ده او د لغاتو ډېر شاعران/شوريګر خپلو شوريو ته داسې سرونه ږدي، چې بيا مقابل لوری پرې مات کړي نو په همدې اساس مو دغه تشريح اړينه وګڼله، بده به نه وي، چې د څو شوريګرو د اچولو شويو شوريو سرونه د مثال په توګه دلته وړاندې کړو:

جنګ په تليفين دی زه ام چې دوی دوې ته به مخ کمه

    ښه زړه بو پو يخ کمه[27]                    نيک بادشاه

دا ځينې مې تسليم کړل نن سړی روغلی بل دی

        شاعر عابد منګل دی                      خيرمحمد منظرخېل

 

داس بدې شين کم که ډوله ته چې لرګی خلوصوي

              تو بو ايمو نه خدای خولوصوي[28]                            عابد منګل

 

نه مې ميندل په هر ميدون مې غوشتل

کو په غزل کشې بې ادبه تقرير

په ځمکه روغلل په اسمون مې غوشتل

نن مې دی بريد په ثوب جان په نذير[29]                               منظرخېل

 

جنګ دی په ويژدې لژ بو يې سړه ويسره وچوو

نن بو د وزير په سر کيسه ويسره وچوو[30]

ښه نو په (سر) د مقابل لوري ماتول څنګه وي او سر يوازې يو بيت وي که زيات وي؟ دا هغه دوه پوښتنې دي، چې زموږ له زياتو لوستونکو سره به لا هم وي، پورته مو ډېر سرونه وړاندې کړل خو لا وضاحت ته ضرورت ليدل کيږي نو ځکه بايد د يوې جنجالي شورۍ، سر او د شاعرانو ترمنځ په مقابله کې ويل شوې مسرې د لا ښه وضاحت او خوند لپاره بشپړې راکاپي کړو خو مخکې ترې يوه پوښتنه مهمه ده، چې ووايو د شورۍ سر همدا معرفي او وړاندې شوې دوه مسرې دي که بل ډول هم لري؟

دا دوه مسريز بيتونه خو د سر په نوم پېژنو خو تر دمه دوه ډوله سرونه موجود دي:

۱ – خلاص سرونه

۲ – بند سرونه 

خلاص سرونه هغو سرونو ته وايي، چې اسانه قافيه او عادي جوړښت ولري لکه پورته په بېلګو کې راوړل شوي سرونه يا لکه:

غلی شه اسده ويلې سرې ګيلۍ ته ځون نسې

فرق دې په کوپړۍ کې دی په نيم سړي ميدون نسې[31]

ميدون نشي ګټلی ويې نه منئ خبرې

     عادت يې دی د غورې[32]

دا خو خلاص سرونه دي، چې هر شاعر يې په اسانۍ قافيه او جوړښت پيدا کوي او مجلس کې د نورو مسريو په ملتيا خپل پيغام پکې رسوي، ټوکې، نخوال... پکې کولای شي او خاص مشکل سره نه وي مخ.

بند سرونه:

هغو سرونو ته وايي، چې قافيه او جوړښت يې پېچلی او سخت وي، شوريګر مقابل شاعر داسې چلېنجوي، چې بيخي د مجلس د ګډونوالو فکر وي، چې اوس نو ماتيږي او دغو سختو قافيو ته ښايي قافيه ورپيدا نه شي، لکه دا دوه بېلګې:

لرم په شعر کې تاريخ نه ستړيوه ولمونه

شاعر ته نه دی ويرسيخ شکل يې دی د شپونه[33]                 منظرخېل

په پورتني سر کې (تاريخ او سيخ – مېلمانه او شپانه) جوړه قافيې راغلې دي، چې د خيرمحمد منظرخېل، عابد منګل، سخي مت خان او قادر ترمنځ په يو محفل کې منظرخېل پيل کړه:

لرم په شعر کې تاريخ خلکې بو لدلی ومه

شاعر چنګ نه شي والی زه چې درېدلی ومه

داس بو پو ډېرو کې زه نېره ختلی ومه

والله چې خلوص بو نه شي، چاچې ربللی ومه

قادره مه ډارېژه زه جنګېدلی ومه

اېس سره نه نيسي تريخ د نصحت نمونه[34]

سخي مت خان نوبت اخلي او پرلپسې مسرې وايي او په مسرو پسې داسې ځواب تړي خو يوه قافيه ترې پاتې کيږي مجلس ټول چيغې وهي، چې شاعر غلت شو:

...چې څوک پښتون سړی وي قدر يې کوي پښتانه

له ده وروسته عابد منګل هم نوبت اخلي او پرلپسې مسرۍ وايي او داسې تړاو ورکوي:

...سر دې ګګر نيولی لکه چې زوړ شي شکاڼه

منظرخېل دواړو شاعرانو ته ځواب په منظوم ډول داسې ورغبرګوي:

شاعر ته نه دی ورسيخ دا اندازه لګيژي

دی دي په کيمه لګيا ټکي يې دوه لګيژي

دا پويول نه شي کړای دا باندې شپه لګيژي

دی چې کوم ټکی وکو هغ ته ليه لګيژي

يو ته تاريخ لګيژي په بل يې بيا لګيژي

يو پشتونه لګيژي دا خامخا لګيژي

نېره شئ لوړ په تبليخ تللي دې نوره درونه[35]

سخي مت خان، چې له قادر څخه وروسته نوبت واخلي په منظوم ډول مسرې  وايي او څرګندوي، چې ده فکر کړی و، يوه قافيه ده او چې اوس دوه دي دی د دې وړتيا لري، چې ځان څرګند کړي او داسې مسره ووايي، چې دوه قافيه وي:

... مزل دې دی کوي سيخ نسوار دې واچوي شنه

مجلس خندنی کيږي او همداسې پسې دوام پيدا کوي او هر يو يې د سختو سرونو اچولو په کوشش کې دی.

دا يوه بېلګه نه ده په ډېرو مجلسونو کې د بندو سرونو مثالونه او بېلګې موجودې دي دلته خو له عادي څخه نيولې تر ډېر سخت بند سر پورې موږ د وضاحت په موخه مثالونه راوړو، لکه د نيک بادشاه ځدراڼ، خيرمحمدمنظرخېل، اکرم تڼي، نيک ماجان او ځينې نورو شاعرانو ترمنځ د مجلس دغه بېلګه:

ته ونيسه لنګر

دا ويرته دی غلجي ته

ارنه وړی نه شې لنګۍ

ته يې وکسه دا ويښتون

پيدو که څې ايښون

په يا بوره وه کډې

په ژمي اردريمه ټل ته 

په ويړي ارڅه ګړدېز ته

صحي که يې کسې سر بېخ

په ليار بو دريمې سېخ

يو څو ووره مې ماف کړئ ومو کړې سختې غلتې

                                                            پکې خېږم په لګتې

د نيک بادشاه ځدراڼ له دغه بند سر وروسته، چې څو شاعران ولاړ و او له دې مخکې شپو ورځو کې هم د دوی د محفلونو ميدانونه، چې په پرلپسې ډول د څو شاعرانو ترمنځ سيالي پکې روانه وه، ميدانونه يې په جنجالونو اوښتل د دوی منځ ته دريمګړي راغلل او له يو بل سره د شورۍ کېدلو بنديز پرې ولګيده خو بيا هم خلکو غوښتل، چې نيک بادشاه ځدراڼ د وزيريستانونو له خيرمحمد منظرخېل او ځينې نورو شوريګرو سره ميدان کې ودريږي او د دوی ذوقونو خړوبېدو لپاره شورۍ وکړي خو دا محفلونه کله هم تر اخېره پورې بې جنجاله پاتې نه شول او بندو سرونو په اچولو سره مشکلات راټوکېدل او ګډوډي جوړېدله.

د دې محفلونو خرابېدو يو علت دا و، چې شوريګرو په بندو سرونو مقابل لوري ته د ماتې هڅې کولې او نورو به دغه سرونه ردول او غوښتل به يې شورۍ وکړي او د محفل د ګډونوالو د خوښۍ باعث شي خو ځينو بيا ويل، چې که چېرې دوی محفل کې ګډون کوي په خپل وار که هر ډول سر وايي نور شوريګر به يې هم بدرګه کوي او په هماغه سټرکچر او جوړښت به مسرې پسې تړي او که بل څوک يې وايي دوی به په هماغه سټرکچر مسرې پسې رسوي خو که دا کار ونه شو بيا به دوی مات وي او کله به هم شاعري ونه کړي، مشهوره خبره ده (خدايه داسې شر راپېښ کړې، چې زموږ پکې خير وي) د دغو شاعرانو د ټولنيزې ميډيا باالخصوص فيسبوکي جګړې او ويډيوګانو خپرولو څخه داسې شر راووت، چې د پښتو ادب لپاره يې لس مسريز او ان څوارلس مسريز بند سرونه هم ورکړل او په عامه اصطلاح دا جنجالونه دې تل وي، چې د ولس د ادب او ژبې پکې خير وي.

همدغه بند سرونه ځانګړي دي، په دې وار له مخه ويونکي(اچونکي/پيل کوونکي) شوريګر فکر کړی وي او د ضرورت وخت لپاره يې له ځان سره ساتي او خپل مقابل لوري ولاړ شوريګر پرې ماتوي او د محفل اېښې ډالۍ او مقابله په خپل نوم کوي.

د دې بندو سرونو شمېر له درې څخه نيولې تر پينځو او ان تر اوه پورې رسيږي خو کله، کله داسې هم پېښ شوي ، چې شوريګر ډېره وړتيا ولري لکه پورته مثالونو کې د نيک بادشاه د شورۍ سر او په راتلونکو پاڼو کې به ځينې نور مثالونه هم ومومئ، چې له دې يې هم شمېر زيات کړي.

ټول بند سرونه د چاربيتو په طرز او ډېر کله د شوريګرو له خوا پخپل جوړ شوي طرز کې ويل کيږي او داسې جوړښت ورکوي، چې مقابل لوري شاعر ورته هغسې، چې لازمه ده وزن، د قافيو جوړښت او شعري چوکاټونه ونه شي موندلای او له ماتې سره مخ شي خو برعکس ډېر وخت شاعران/شوريګر دا وړتيا لري، چې ځواب ته يې لفظونه پيدا کړي او په محفل کې د سر اچونکي ته پکې ماته ورکړي، چې مثالونه به يې وړاندې کړم.

موږ د خرابو شويو محفلونو يادونه وکړه خو له هغه وروسته بيا هم په يوه محفل کې يو شوريګر(نوم يې ماته له ډېرو پلټنو وروسته هم مالوم نه شو خو په اغلب ګمان اکرم تڼی دی/ل) يو بند سر را اخلي او په مجلس کې نيک بادشاه ځدراڼ مخاطب کوي، چې که زور يې لرې نو د دې سرونو ځواب راکړه، بيا چې ته څه ډول سر اچوې نو زه يې ځواب درکوم په دغه محفل کې تقريباً تر اتو پورې شوريګر/شاعران ولاړ دي...دا شوريګر پينځه سره اچوي او د چاربيتې په طرز يې داسې وړاندې کوي:

لونګۍ نې کو لغت

دا خلک دي شي خوشول

نن کو سره ازميش

د خولې سره وکه فکر 

غزلو خوند دې نشته ورته جوړ که نوی طرز

که زه يې دېر کم په قرض[36]

دا پينځه مسريز سر دی، چې د بند سر په نوم ياديږي او په ډېرې سختۍ سره پرې د مقابل لوري شاعر ورځي خو که چېرې شوريګر ماهر وي او د کلماتو ډېروالی او د کارونې تجربه يې ولري نو داسې سرونه د دې باعث کيږي، چې ښې مسرۍ پسې وتړي او ميدان پرې وګټي.

د پورتني سر اچونکی شوريګر خپلې شورۍ ته داسې دوام ورکوي او مقابل شاعر په دغو لاندنيو مسرو چلېنجوي:

 

ايله شيرو شو جنګ

چې څوک بو کړو په څنګ

 زه پورته شوم په ننګ

بل زه داسې شاعر يم پيژنم ژرنده جومت 

 لونګۍ نې کو لغت

کړئ کشلي لوغتينه 

چې بد نه کړئ سره زړينه

لغات بو کو په مينه 

بل داسې لغت وکئ، چې بيا ولري ميثول

 دا خلک چې شي خوشول

شاعرون يئ څومره ډېر 

ميدون کې يئ حاضر

 شئ مو نه چارچاپېر

په سپين ميدون ولوړ يم زه په يوه طرف نه تشته

شاعره که ازميشته

زه داسې ديته يايم 

په شعر کې رون دا يم

 بل څه شي ته خپه يم

نو داسې ديته يايم، چې غلت ونه کئ ذکر

 د خولې سره وکئ فکر

دلته په نيک بادشاه ځدراڼ باندې غږ کوي او په ناخوال(پسخند) ورته وايي:

چې چېرته نندوری وي 

دې تو پکې کوپری وي 

مجلس قضو کوې نه وچ نيولی دې دی فرض[37]

که زه يې دېر کم په قرض.... 

دلته شوريګر په نيک بادشاه باندې غږ کړی، چې دا شعر د ده لپاره وايي او که تکړه وي ځواب دې ورکړي او د دې سر پسې دې نورې مسرۍ او بندونه وتړي، نيک بادشاه ډېر پخوانی شوريګر دی او له ډېرو مشرانو شوريګرو سره يې شورۍ کړې تجربه لري په دغه ځای کې ځان کم نه راولي په ډېره بيړه د ياقربان ناره پورته کوي او داسې پيل اخلي:

غويږ ونسوئ عالمونه

ميږ وي بند دا بند سرونه

په دا رقم ته يې نن زه ديته خورم لکه شربت

 لونګۍ نې کو لغت

زه يم داسې شاعر 

په مو کې شته ډېر زېر

يم په هر ځوی کې حاضر

اخپله مې شعر زده دی زه بل چاته نه کم سول 

دا خلک چې شي خوشول

پخپل سر کې بندېږې

کمر نه بو ولوېږې

په دا که وپوهېږې

په هر ځوی کې زه جنګ ته څمه، کم داسې کوشش

 سره کي بو ازميش

انپړ يې نه پوهېږې 

دېمو سره چې جنګېږې

په خپل شعر کې بندېږې

خو زده دې سبق نه دی ته پوهېږې نه په طکر

 اې خولې سره بو کې فکر 

زه يم داسې شاعر

په ډېرو يمه تېر

 دا غويږ ټول ارته ونسوئ ويته کمه داسې عرض[38]

که زه يې وېر کم په قرض....

خيرمحمد منظرخېل د دې سر اچونکي ته سخت په غوسه بريښي؛ ځکه دی وايي، چې دا بند سرونه يې بند کړي و، د همدې سرونو اچولو په اساس د دوی ډېر روغ محفلونه په دې څو شپو ورځو کې خراب شوي دي خو ده، چې بيا اچولی دی نو نيک بادشاه هم ورته په غوسه دی ښايي هغه هم کوم سر واچوي نو بيا ستونزه ترې جوړيږي او محفل خرابوي خو مجبور دی په همدې قافيو او بند سرونو پسې داسې مسرۍ نښلوي:

لونګۍ نې بو جنګيږي

 والکه ښه يې پو کيږي

که زړه دې نه بديږي

زه دې پېژنم په تو کې دومره نشته دی طاقت

 په لونګۍ کيږي لغت

زه ټکی شم پو کړلی 

 په دا دې وې پېيدلی 

 کرور بو کېنې غلی

سرينه دې دي بند غزل دې وکړلو فضول

 چې خلک شي خوشول

ډېر خلک دېرته ويلوړ

غزل به دې وي جوړ 

محفل دې که مردوړ

که لس سندرې وکې په والکه دينه تشته

 زه کمه ازميشته 

زه يمه جنګېدلی

په دا دې وې پېيدلی

فيسبوک ته بو وې تللی

سم بو دې کم بيا بو دې سيخ نه کو باډي متر

وه دا ته وکه فکر

دا نه کيږي داس جنګ

والله چې کړې مې ړنګ

مخ مه نيسه بدرنګ

لغت زه ديته کمه خدای دې وويه په مرض [39]

غلت دې وکه طرز....

دا شورۍ همدلته خلاصيږي، درې واړو شوريګرو د خپل توان مطابق مقابله وکړه او په بندو قافيو يې هم سرونه وروتړل او کوم شوريګر، چې نوم يې هم نه مالوميږي دا سر د دې په خاطر را اخيستی و، چې نور به يې ځواب ونه وايي او دی به ګټونکی شي خو هر يو په خپل وار مناسب الفاظ وموندل او ځواب يې ورکړ خو نيک بادشاه د ده په دې بند سر سخت په غوسه شو؛ ځکه دوی دا بند سرونه په محفلونو کې بند کړي و او پاس يې په يوه مسره کې وايي، چې (موږ بند و بند سرونه) خو تا بيا هم راواخيست، چې له دې کاره دې زموږ حوصله لاړه او دغه شوريګر، چې په ويډيو کې هم سم نه ښکاري(په اغلب ګمان اکرم تڼی دی) د نيک بادشاه ځدراڼ احساسات په پورتنيو بندو سرونو اچولو ډېر پاروي او له رباعي وروسته يې لس مسريزو بندو سرونو ته مخه کوي او په همدغه محفل کې لاندنۍ رباعي اخلي: 

 

راته ونيسئ دا ټول خلک غوږونه 

مېلمانه دي ويسره نه مې کړل زورونه 

ټول جهان په ننداره دی ورته ګوره 

خو مالوم به شي د ټولو کېوتونه 

نيک بادشاه ځدراڼ اې زړه د خلاصه وايم 

کنې نه مې وسره کړل دا بند سرونه[40]

ځدراڼ احساساتي شوی او پورته رباعي کې وايي، چې دا مېلمانه دي ما زور نه ورسره کاوه او نه مې دا بند سرونه ورسره کول خو چې اوس يې په تنګ کړی يم نو ټول جهان په ننداره دی نو د زړه له خلاصه درېږم او پيلوم يې او د سر له پيل مخکې پرې نيک ماجان او منظرخېل پوهيږي، چې هغه بل شوريګر ښه کار ونه کړ ښايي محفل ګډوډ شي داسې سرونه مخ ته راشي د دوی دا اټکل غلت نه و، رښتيا هم نيک بادشاه دومره سخت بندونه سره وتړل، چې ټول خلک په محفل کې حيرانيږي او په خپله دی هم دومره غوسه دی، چې کله، کله د همدغو بندو سرونو د اچولو په مهال د ثانيو په حساب وقفه اخلي داسې بريښي، چې څه يې ورک کړي وي خو بيا له لږ فکر وروسته پسې بله او پسې بله مسرۍ را اخلي او داسې يې سره تړي:

ته ونيسه لنګر

دا ويرته دی غلجي ته

ارنه وړی نه شې لنګۍ

ته يې وکسه دا ويښتون

پيدو که څې ايښون

په يا بوره وه کډې

په ژمي اردريمه ټل ته 

په ويړي ارڅه ګړدېز ته

صحي که يې کسې سر بېخ

په ليار بو دريمې سېخ

يو څو ووره مې ماف کړئ ومو کړې سختې غلتې

                                                            پکې خېږم په لګتې[41]

ځدراڼ، چې دغه بند سر واچوي، د محفل ګډونوال شاعران ورته ګوته په غاښ پاتې کيږي او په همدې محفل کې نيک ماجان، چې ولاړ و په مخامخ ډول راځي او د محفل له نورو ملګرو سره نندارې ته د خوند اخيستو لپاره کيني هغه د چا په خبره تېښته نيمه بهادري ده، ده فکر وکړ، چې کيسه جنجال ته لاړه بيا به د سولې کس نه وي... د نيک بادشاه په سر ځينې شوريګر په خپل منځ کې خبرې پيلوي او دی په تروه ټنډه او غوسه پسې نورې داسې مسرۍ هم تړي، چې چا به يې په اړه د محفل تر وخته فکر نه و کړی، د محفل د ګډونوالو شوريګرو او ټولو ګډونوالو توجه د ده لور ته اوړي، دی سر ته دوام ورکوي او په سر پسې خښ خپل نوبت هم اخلي او نورې مسرۍ هم په دې نيت پسې تړي، چې نورو شوريګرو ته په ميدان کې کومه قافيه او رديف ورپاتې نه شي:

لغت بو شيرو کيږي

يا نېره بو سختيږي

لس سرينه پو لګيږي

که څوک پې وپوييږي

ايتو دې سترګو جار شمه، چې دېر نه ولې کار

ته ونيسه لنګر

مو يې خلکې نه خياه کړه

مو ډېره ګوزاره کړه 

ومې ډېره حوصله کړه

اې ليارې ښال ښه نه دي، چې يې ښيې اپيجي ته

                                                            دا وېرته دي غلجي ته 

سره ووښتي په غم

لغت کې شو سره ړم

اې خلکې دی ارته پام

اې خدای په فضل نن پو موتومه لنګتۍ 

                                                            ارنه وړی نه شي لنګۍ

چې اېمو سره جنګيږي

سوده وي نه پوهيږي

څې سرينه پو لګيږي

چې کيم ځوی ته بوريږي نو په وچې پسې خود سيزيګي تون

                                                            ته يې وکسه دا وېښتون

سره ووړي بو په غم

زړه مې دی قلم، قلم 

خو يو بو نه شي ارتم

چې بل ځوی ته بوريږي په ده بور کئ بولښتون

                                                            پيدو که دوه ايښون

څې سره پې لګيږي

ولس په دا پييږي

چې شاعر وي خپل خبريږي

اخپل رنګ ته دې وکسه په خدای وېرته دی انګرېز ته

                                                            په ويړي ارڅه ګړدېز ته 

دا نېر دې که ملګري

دي د تو سره دريدلي

تو نه دي پېژندلي

خو ښه يې په دال مېړ که چېرته يې ته بېزه هوټل ته

                                                            په ژمي اردريمه ټل ته 

چې مو سره ويي زېر

اخېر بو شي نسکېر

يم په ډېرې غيټې تېر

اېمو سره بو زېر نه کې زام چې دړد بو دې شي په سپېخ

                                                            صحي که يې کسې سربېخ

اخته شومه په جنګ

دا وخت دی ډېر بدرنګ

کړم اېدې خلکې په تنګ

چې زه کيمه کیسه کم په خبره ويم مېخ

په ليار بو دريمې سېخ

يو خر د نصرالدين و – ايدم داسې يقين و 

چې بې تلو بوی وري ته نو بو يې نه وړې خپلې کتې[42]  

پکې خېږم په لګتې....

نيک بادشاه ځدراڼ له دې بندو سرونو څخه وروسته په محفل کې ټوپونه وهي او که چېرته مو د سوک وهلو سيالي ليدلي وي او په رېنګ کې ولاړ اتل ټوپونه وهي يا لاس پورته کوي او خپل احساسات څرګندوي دی هم همداسې د خپلو احساساتو په څرګندولو لګيا دی.

له همدې بندو سرونو ويلو وروسته محفل کې ولاړ بل شوريګر خېرمحمد منظرخېل ته نوبت ور رسيږي، دی هڅه کوي، چې محفل بېرته جوړ کړي او دغه د بندو سرونو سيالي دلته ودروي بله رباعي را اخلي خو نيک بادشاه او د محفل ګډونوال دا خبره نه مني، د منظرخېل احساسات معلوميږي، چې د بندو سرونو په پيلولو سخت خپه دی، مجلس پاشل کيږي او شاعران په خپل منځ کې شور او ځوږ پيلوي نينک بادشاه ځدراڼ په غوسه وايي: (خلکې حوصله وکوئ، دا پروګرام دې ځدروڼې خلکې جېړ دی، لکه يو سړی، چې په خپل کېر کې ويې، درې ووره مو ماف کړه دا غلتې يې وکړې، غزل يې وکه ويډيوې شوې دي، چې اېده په غزل مې سرينه لګولي نه وي نن نه دولې په مو غزل قسم دی، چې نه يې وکم مو غزل کړی دی سرينه دې پو ولګوي، چې نه يې په ولګوي په دا مجلس نن وريځې نه دولې زه يې چا سره غزل نه کم....) نيک بادشاه مايک پریږدي او وروسته له ده، خيرمحمد منظرخېل وايي: (بشنه غوړي شه! ميژ توسې خو يلي و، چې بند سرينه بو نه يايي، بند سرينه خو ايميژ خپل کاروبار دی خو ضرورت يې نشته ميژ دې خلکې توبيت وکړ، دا پنځم پروګرام دی، چې خروبوي يې، ميژ دوی بو ساده لغت سره وکو په ساده لغت بو سره لوړ شي مه لانجې جوړئ، زيات خلک روغلي دي، دا ډېره بده خبره دوو....)

خو دا خبرې نيک بادشاه نه مني وايي:

او هغه بل شوريګر، چې (موږ يې په اغلب ګمان اکرم تڼی ګڼو)وايي (وور(وار) په توسې ارڅي، چې په مو روشي زه يې ځوب يايم....) د محفل يو جوړونکی ګډونوال دی نورو خبرو ته نه پريږدي ورغبرګوي، چې د نيک بادشاه په غزل په همدې ځای کې چا غزل نه وي يلی په مخه يې ښه غزل دې نه کوي او ځي دې....

د دې دومره ډېرو خبرو له رانقل کولو څخه لوی هدف دا و، چې ډېر وخت د شوريګرو ترمنځ دغه مقابلې په تاوتريخوالي هم اوړي او د دو لوريو مينوال خپل شاعر اتل ګڼي او د بل ورته هسې بريښي.

د بندو سرونو ډېرې اوږدې کيسې د شوريو په جغرافيه کې موجودې دي، چې که چېرته کار پرې وشي، ښايي تر دې ډېر خواږه او د لا توجه وراړولو بند سرونه پيدا کړي، چې شمېر يې تر دې زيات يا کم وي، لکه څرنګه مو چې څرګنده کړه د شورۍ (سر) يو بيت يا تر دې زيات کېدلای شي او د درمل په خبره، چې شورۍ کله هم ثابت چوکاټ نه لري، د شوريګر په استعداد پورې تړلې ده، چې پورته يې بېلګې وينئ. 

د پورته شوريو له جوړښت څخه د شوريګرو ذهني قوت درته ښه مالومېدلای شي، چې څنګه په في البديهه ډول د يو بل له لوري ورته ويل شوې موضوع پسې د خپل لوري تړاو ورکوي او څنګه د هغې موضوع ځواب مومي او په څومره لنډ او تنګ وخت کې د لهجوي معيار په مرسته هم د مقابل لوري ځواب وايي او هم خپل نوي مفاهيم وړاندې کوي او هم د شاعرانو/شوريګرو د ماتولو لپاره يوه نوې موضوع په هماغه زاړه رديف، قافيه، د لهجې په مرسته وزن کې وړاندې کوي، چې د شاعر د ذهني وړتيا درک ترې کېدلای شي، د ليکوال، شاعر او کره کتونکی احسان الله درمل په خبره، د شوريګرو د سواد کچې او هغه وخت ته په کتلو د دوی دا ډول حاضر ځوابوي، د مقابل لوري موضوع په ياد لرل او بېرته په مناسبو الفاظو مناسب ځواب ورته موندل، نوې موضوع په هنري انداز، طنز، کنايه او کيسه ايزه بڼه وړاندې کول دا ټول د دغو شاعرانو/شوريګرو طبعي استعداد څرګندوي او په اړه يې په ډاډه زړه ويلای شو، چې فوق العاده مستعد انسانان او طبعي شاعران دي.

په ادبي فنونو کې ښايي د شورۍ په هر بيت، هره مسره، هره قافيه او هر جوړښت بېل، بېل بحث وشي او که څېړونکي غواړي ښايي ډېر نوي داسې څه په دې برخه کې ومومي، چې د پښتو ادب د غني کېدلو باعث وګرځي خو دلته همدومره بس ده، چې په ساده ډول ووايو، د لغتو/شوريو پيل کې ويل کېدونکو مسرو ته، چې په هر چوکاټ او قالب کې وغورځيږي (سر) وايي او مقابل لوری به يې په هماغه پسې د مسرو په تړاو مکلف وي او ورپسې نور هر ډول او ټول جوړښت يې په (لغت، لغات، شورۍ، شارۍ) منل شوی او بلل کيږي.

شاعر خو دومره نه دی خو جنګيږي زړه يې غوټ دی

زه داس ويته حيرون يم کيم يې مخ دی کیم يې څټ دی

منظرخېل

 

د شوريو وزني جوړښت

 

په منظومو کلامونو او ادبي صنعتونو کې وزن مهم رکن ګڼل کيږي که چېرته په منظومو کلامونو کې وزن نه وي په نثري ادبي ټوټو اوړي، چې بيا د موسيقۍ له سر او لی سره د يو ځای کېدو امکان بيخي نه لري.

شورۍ له وزن څخه نه دي خالي که د ليکليو ادبي نظمونو، رباعي، غزل، څلوريزو او... نورو شعري چوکاټونو په څېر پوره نه دي کمې هم بايد ونه ګڼل شي؛ ځکه په في البديهه ډول ويل شوې شورۍ تر ډېره د مطلب رسولو تابع وي، چې دغه کار لږ تر لږ وزني ستونزه په ځينو ځايونو کې راولاړوي، چې شاعران يې د لهجې په زور يا د ويلو په انداز پوره کوي خو په ليکنۍ بڼه کې بيا دا ستونزه جوتيږي يا ډېر ځله د ويلو پر مهال هم دغه ستونزه درک کېدلای شي.

يو ځل مې له استاد اسدالله غضنفر سره په شعري وزنونو خبره کوله ويل يې په ډېرو ځايونو کې له نوموتو شاعرانو څخه هم د مطلب رسولو په پار وزني ستونزې رامنځته شوې او رامنځته کيږي، چې دا کار نو د دې باعث نه شو ګڼلای، يو ښه بامفهومه شعر له پامه وغورځو او يا پرې د نيمګړي ټاپه ووهو، د همدې خبرې ښه ثبوت د غني خان ځينې څه، چې ډېره شاعري ده.

د شعر ښکلا په ټولو توکو پوره کيږي کمي کاستي امکان لري، په ځينو ځايونو کې وزني ستونزه، په ځينې وختونو کې يوازې پيغام د يو بل تکميلونکي او د شعر د ښکلا باعث شي.

موږ چې د پاڼې په سر کوم بيت ليکلی مطلب رسوي د لهجې په زور يې وزن جوړ دی خو که چېرې په خپله منظرخېل وغواړي دا بيت کتابي بڼې ته واړوي داسې به يې وليکي:

شاعر خو دومره نه دی خو جنګيږي زړه يې غټ دی

زه اوس ورته حيران يم کوم يې مخ او کوم يې څټ دی

شورۍ ځانګړی استعداد غواړي او شوريګر يې ډېر وخت له داسې موضوعاتو سره مخ کيږي، چې حتی په هغه اړه يې نه پخوا څه اورېدلي او نه ويلي وي، چې دا مساله دوی وزن ته نه؛ بلکې زيات وخت مطالبو ته متوجه کوي.

که د استاد اسمعيل يون د شعري هندسي جوړښت مساله دغو شاعرانو/شوريګرو ته مطرح کړو او په وزني سټرکچر کې ورته دا مهمه وګڼو نو بيا به دوی په اسانۍ سره ونه توانيږي، چې مفاهيم او مطالب لکه څرنګه يې، چې اريه کوي تر خپلو مينوالو او د محفلونو ګډونوالو ته ورسوي او زما په اند دا دومره مهمه نه ده، چې ډېر وخت دې مطالب د وزن له سره جار شي.

د شوريو په وزني جوړښت کې شته اکثر ستونزې لهجوي خجونو او فشارونو هوارې کړې دي، ډېر کله که سيلابي او وزني ستونزه وي له يو او دوه سيلابو کمه يا زياته نه وي، ډېر کم پېښيږي، چې ډېره وزني ستونزه رامنځته شي، د يو او دوه سيلابه ستونزه په ليکلو شعري مجموعو کې هم تر ډېره حده ليدل کيږي او شاعران چندان سر نه پسې ګرځوي.

شوريګر دا وخت نه لري، چې د شعر په وزن فکر وکړي په طبعي ډول يې مفاهيم د سر وزن اخلي، زيات وخت په قافيه او رديف کې هم همدا کيسه تکراريږي، چې د شاعر فکر د مفاهیمو رسول او د محفل د ګډونوالو جذبول وي نه د لیکوالو، شاعرانو او نقادانو غوندې په شعري سټکچرونو فکر او د الفاظو پيدا کېدل.

دا مناسبه ده، چې ووايو ځينې وختونه په شوريو کې مفهومي او وزني ستونزې د شاعر د کمزورۍ له امله وي يا په ميدان نوی وي، چې ډېرې بېلګې يې موندلای شو خو که استاد شوريګر وي بيا يې په دې برخه کې ستونزه ډېره نه ليدل کيږي او ډېر متوجې مخکې روان وي.

موږ د دې لپاره يوه بېلګه راوړو، يو يې په ميدان د نوي ورګډ شوي شاعر او بل يې د استاد شوريګر ترمنځ مقابله ده، چې د دواړو په توپير کې تاسې په خپله وزني ستونزې ليدلای او درک کولای شئ.

د وزيريستانونو نوروالی په ډېرو مجلسونو کې ليدل شوی او شورۍ يې کړې دي خو دی په پيل شوې رباعي کې وايي، چې شورۍ يې پرې اېښې او په زور محفل ته راوستل شوی او دی په تسبيحاتو بوخت و خو د ځينې ملګرو فشار اړ کړی، چې د خېرمحمد منظرخېل سره به نن مقابله کوي نوروالی وايي :

زه روتللم نه په زیر يې پسې روستلم

دا مال غريب به چا وکشلی وي جومات نه

بر په دويلس پوره کلي کې تعليم و

په اتخي يې کړم ارجګ د تسبحات نه 

منظرخېل يې په مطلب پوهيږي، چې سړی له جومات څخه راغلی او په دې ځای کې ورسره رباعي بدرګه کوي ورته وايي:

بيا دا يوه خبره کمه په اسلام کشې

ګيله بو نه کو دا ديمو د نصيخات نه

نوروالی په خپله رباعي کې شوخي ورسره کوي منظرخېل کشر او دی مشر دی د مجلس پام ور اړولو لپاره داسې يو بيت وايي: 

نن که زياړې روته وکو خپه نه يم 

قدرتي شه رولګيژي د توبيت نه[43]

دغه پورته بيتونه، چې رباعي يې ګڼو او له سر مخکې يې شوريګر وايي د وزن پر ځای پکې لهجه او مفاهيم غالب دي، له همدې سره په محفل کې شور او ځوږ جوړيږي منظرخېل خاندي خو د موسيقۍ په شور کې له نورولي نه بښنه غواړي او ورته د عمر په حساب وايي، چې ته مشر يې لغت دی په دې کې کله، کله داسې بيت يا مسره راځي، چې د سړي خاطر درنوي نو خدای دې وکړي ګيله من او خپه نه شې نو خښ دا سر وايي: 

 

اول وې تبليغي ايس ټيپۍ غوړي داس لوفر شوې

د دغې دا مطلب دی، چې شيطون ته سلنډر شوې[44]

نوروالي خو په رباعي کې عذر وړاندې کړی و، چې دی نه راته او نه يې غوښتل شورۍ وکړي خو ملګرو مجبور کړی مجلس ته راغلی دی او له جومات څخه يې راباسلی نو منظرخېل په همدې سبب پورته سر ورپورې ونښلاوه، چې د مجلس او شوريو مينوالو د ډېر پام وړ شوی دی نو ځکه منظرخېل پسې داسې نورې مسرۍ هم ورتړي، چې مقابل لوری په خپلو ټوکو او شوخۍ تر اغېز لاندې راولي:

اول وې تبليغي نن بو سپين سره ژغيژي

لغت دی په لغاتو شاعرون نه خپه کيژي

لغت دمره مزه کو، چې دا خلک پې خوشوليژي

اېمو دې تو بو پته د لغت نه نن لګيژي 

چې څېمره خلک روغلي دي لغت ته دوی خوشيژي

بجې ډيلينه يې اروړي دي دا شپه په دې تيريژي

که ته چېرې ګيله کې بیا د دغ ځي نه اړيژي

تبليغ دې سر ته نه ورسوه پکې پنچر شوې[45]

د موسيقۍ په شور او د ګډونوالو په ځوږ کې دواړه پورتنی سر تکراراً وايي او ورپسې نورولي ته نوبت ورکوي او هغه په اېښودل شوي پکول، چې هر چا وګاټه داسې شورۍ کوي او کوشش کوي هم مقابل لوری مات کړي او هم خپل مفاهيم اريه کړي خو دا د شاعر کمزوري وګڼئ، چې په روانو شوريو کې يې وزني ستونزه له يو لوري او مطالب په ښه ډول نه اريه کول له بل لوري ليدل کيږي او له دې داسې مالوميږي، چې د شورۍ په سر ډېر اغېزمن شوی دی، تاسې يې په خپله ليدلی شئ:

د دغې دا مطلب دی دا ټيپۍ بو مالوميژي

دې ميژ دې توسې لغت بو نن په دغه ټيپۍ کيژي

متل دی په پشتې کې وې، چې دوه واله ښيريژي

په دا کې بيا ملګرې ضروري يو نسکريژي

ايتوس په مخ بو وېړکيو دولته پړمخې لګيژي

همدغه ټيپۍ ايمو دو داس په اسونه بيا ويل کيژي

روستلی يې په زېر يم کليول مې رنې خبريژي

درويع نه ديتا ووايه ايس په جنګ کې ولګي وليژي

اېمو دې تو لغت بو په ټيپۍ ايس مالوميژي

شاعره خيرمحمده دارې نه دو دا ټيپ کيژي

ايمو تو خپله خېر دی په صحي ثبت بو مو ته دا صدقه کيژي

چې نفل وسره وکې پاک رضا ته دوټينګيژي

اېمو دې تو ځوب بو په ميدون کې شيرې کيژي

مو بيا ليدلی نه وې ژڼيه ته چېرې کې ستر شوې[46]....

منظرخېل حيران ورته ولاړ وي، چې اوس ده د کوم بيت ځواب ورکړي، څه ورته ووايي او څه ونه وايي؛ ځکه د مفاهيمو په اريه کې د نورولي له لوري مشکل ده ته سخت تمام شو او له سر سره د تړل شوې مسرې يې له پورتنيو مسرو سره نه تړاو دی خندوي او د موسيقۍ په شور او د ګډونوالو په ځوږ کې د نورو بيتونو په اړه فکر کوي.... له پورتني مثال څخه مالوميږي،که چېرته له نورولي سره د کلماتو زياتوالی او دا تجربه وی، چې الفاظ په مناسب ځای وکاروي نو کله به هم له پورته ستونزو سره نه و مخ شوی او د شوريو د مطرح ويونکو په څېر به يې شورۍ ځانګړې بڼه درلودی او مسرو به يې په خپل منځ کې بشپړ تړاو لاره، که د شاعر مسرۍ په خپلو منځونو کې تړاو نه لري وزني ستونزه هم پکې په ډېره کچه ليدلی شئ او مطرح ده او همدا ناهمغږي د دې باعث شوې، چې شعر له مفهوم څخه لرې شي.

که مو هيله وي، چې د نورولي او خېرمحمد منظر خېل پورتنۍ شورۍ په بشپړ ډول واورئ نو اوس خو د ټکنالوژۍ دور دی د يوټوب لينک ته يې سر ورښکاره کړئ او په خپله به هم د دواړو له لوري په ويل شويو شوريو کې درته د فصاحت، وزن او سټرکچرونو حال مالوم شي ان تر دې پورې، چې که په محفل کې هم ناست اوسئ، د نورولي له لوري په ويل کېدونکي لغت به مو سر خلاص نه شي.[47]

په هر صورت دا يوازې د پرتلنې او په دې خاطر وړاندې شو، چې وخت ناوخت به داسې شورۍ هم واورئ خو ډېر کله به په شوريو کې بيا بيل وزني کيفيت وګورئ، چې ان د موسيقۍ سور او تال د شعر په زور په شوريګرو پسې روان وي، لکه د کورمې ايجنسۍ پړاچينار او صدې سيمې د شاعرانو/شوريګرو واصل خان او ګل شدين ترمنځ په يوه مقابله کې د چاربيتې په طرز دغه لغت، چې واصل خان يې له رباعي وروسته په دغه سر پيلوي:

نسيم سره دی ډول

اختر سره بجه

 دا بل سره ربوب

دا درې دې موږ سازګري

موږ څلور يو شاعرون

دا ګز او دا ميدون 

دا سر، چې پينځه مسرۍ لري په دې کې هم د شوريګر هڅه د مقابل شاعر ماتول دي؛ ځکه ډول اوله قافيه، بجه دويمه، رباب درېيمه، سازګري څلورمه او شاعرون(شاعران) پينځمه قافيه ګڼلای شو، چې شوريګر د مقابل لوري د ماتولو لپاره دغه سر را واخيست او داسې يې پسې وغځاوه:

 

صحي يايه چارپته- چې ته نه شې بېعزته- موږ نه يو بې غيرته

چې تو غوندې شاعر وي تېرو يې په ديول—نسيم سره دی ډول

صحي کوم مجلس – کو درباندې پرس – روغلی ټول ولس

وه زه خو په لغت کې چاته نه پرېږدم مورچه –اختر سره بجه

صحي کوم بيون – ته پوی نه شوې په ځون – پيکه دې که شيطون

بادومو ته پستو ته ګوره مه کوه کبوب – دا بل سره ربوب

زه ډېر يم جنګېدلی – دنيا يم پېژندلی 

دا پخې دينه بوسم که دې مو روغله پيريون – دا ګز او دا ميدون

موسيقاران په ډېره بېړه د موسيقۍ په الاتو د چاربيتې په طرز لاس خوځوي او د محفل ګډونوال په دې منځ، منځ کې د ځار، ځار نارې هم لکه د چاربيتې ويونکي کوي، چې د شوريو خوند يې يو په دوه کړی دی، واصل خان تر دغه ځايه خپل اچول شوی سر غځوي او غواړي خپل مقابل ګل شدين ته ماته ورکړي خو هغه په ډېر فکر پسې داسې مسرۍ را اخلي:

ربوب کې درې تارونه—که ډبل دي زېرونه—بمونه سيتارونه

چې څوک د دې استاد وي هغه يې پييږي په حسوب – ثواب سره ربوب

دا کې څه خوژې نارې دي—ښې ګرمې يې پنجې دي—اخترو سترګې سرې دي

بيا وړکي ترې ګډيږي ويته وويه پنجه – اختر سره بجه 

اوس دغ ته وکه خيول—جوړ شوی په کمول—صفا بو يايو ول

چې دا وي په مجلس کې ډېر په بدو يې څي بول—نسيم سره دی ډول

پنجاب والا پنر—په هر ځي وي حاضر—يا ښځه وي يا نر

که غوشه په مورغيو کې خوژه ده د څنځري—دا درې دې موږ سازګري

شروع شولو لغت—دا يايو حقيقت—دا جنګ کې دی جوت 

ايتو يو دوه پيريون بو بيا ونه مني شيطون – دا ګز او دا ميدون[48]

دغه طرز ډېر خوندور تر پايه مخکې بيايي او د محفل ګډونوال په ځان پسې کوي ګل شدين په دغه طرز کې، چې واصل خان پيل کړی په ډېره توجه د موسيقۍ په الاتو خبره کوي، له واصل خان څخه يې را اخيستی وزن او موضوع يو خوا بل خوا ځي نو ځکه د محفل اکثر ګډونوال د ګل شدين طرف نيسي او په دغه چاربيته کې يې ماتوي او د ماتولو دليل يې هم دا شي، چې واصل خان څخه ځينې مسرۍ پاتې کيږي لکه: ( دا درې د موږ سازګري) خو ګل شدين د دې لپاره هم په ډېر فکر لار ورجوړوي او مسرۍ وايي....

د شورۍ وزني جوړښت هم لکه د شاعرانو د شعر په تول پوره وي خو وخت ناوخت ستونزه يې د شاعر په ذهني قوت او فکر پورې اړه لري...

د وزن ترڅنګ د شوريو موسيقي هم ځانګړې ده، شورۍ د موسيقي تابع نه دي؛ بلکې موسيقي د شورۍ تابع دي او که چېرې مسلکي باجه غږونکی، ربابي او ډولکي ورسره برابر نه شي شوريګر په يوه او موسيقاران په بله ځي.

شورۍ ځانګړی وزني جوړښت نه لري له پورتنيو مثالونو څخه يې جوتولای شئ، چې په کوم چوکاټ او وزن کې يې شوريګر وړاندې کوي، د چاربيتې چوکاټ ته ورغورځېدلی لغت او د غزل په فورم کې وړاندې شوي لغت تاسو په خپله سره مقايسه کړئ وګورئ، چې څنګه وزني جوړښت لري او د وزن ستونزې يې تاسو ګورئ، چې د يو نيم شاعر په لهجه او انداز بيان پورې اړه لري.

همداسې غزل، چاربيتې... او نورو جوړښتونو بڼه هم وخت ناوخت اخلي کله هم امکان نه لري، چې شورۍ د ځانګړي وزني يا ځانګړي شوي سټرکچر تابع شي، په همدې اساس په ډاډه زړه ويلای شو، چې شورۍ د شوريګرو په استعداد او لهجه پورې تړلې، چې څو سيلابه وزن ورکوي او کوم چوکاټ کې په خپل مقابل لوري فشار راوړي او د محفل ګډونوال خپل ملاتړي کوي، چې په پورته صفحو کې د نيک بادشاه ځدراڼ او نامالوم شوريګر(چې موږ اکرم تڼی ياد کړی) ترمنځ د مقابلې دوه چاربيتې په وزني لحاظ تاسې ليدلای شئ، چې اول يې په کوم وزن او نيک بادشاه ورته مسرۍ تړي او بېرته بله يې، چې نيک بادشاه وايي په کوم وزن او سيلابونو، چې مقابل لوري يې مسرۍ نه شي پسې تړلی او د بل سر اخيستلو په فکر دی.


د شوريو موسيقي

 

موسيقي که چاته د روح غزا ده، که د چا ماغزه خوري، که څوک ورسره اراميږي او څوک ستړي کيږي انسانان فرق کوي، خيالات او ذقونه يې متفاوت دي موږ هم د موسيقۍ اورېدو يو وخت ډېرې حيلې جوړولې کتابونه به مو لوستل، چې موسيقي حرامه ده که حلاله... دا نو اوږد بحث دی ښايي څوک يې واوري څوک يې وا نه وري دې سره يې زموږ کار نه شته په حلال والي او حراموالي يې هم نه غږيږو خو د عبدالرحيم روغاني صاحب يو بيت دی، چې:

څه چې د ارام دي د ملا په نزد حرام دي

ماته يې روا کړه نور حرام يې په ملا که

یا د روغاني صاحب دا بيت، چې د شاعرۍ په اړه ادبي فتوا په لاس راکوي:

ډېر څيزونه بند دي په اسلام کې روغانيه خو

شکر دی په دې چې شاعري پکې ازاده ده 

نه يوازې روغانی صاحب داسې بيتونه لري د موسيقۍ د رواوالي فتوا شاعر مصطفی سالک هم په يو بيت کې ورکړې:

د بنګړو په شړنګ سجده شوه سندريزه

موسيقي يې کړه حلاله په لمانځه کې

که کيسه دې موسيقۍ ته يوسو خبره به ورانه شي او نه کيسه د شوريو په داخلي موسيقي ده، چې دا ځانته بحث غواړي د شوريو د محفل کومه موسيقي، چې غږيږي په دې لنډکی بحث کو.

ذنګي خان پرېشان وايي، چې څلوېښت پينځه څلوېښت کاله وړاندې د شوريو موسيقي ته باجه او رباب ورګډ شول له هغه مخکې شورۍ په دې ننني ‌ډول موسيقۍ سره نه ويل کېدلې.

د ده په خبره اوسنۍ موسيقي کې يې ډول، باجه،رباب ډېر بارز دي خو پخوا وختونو کې به يوازې ډول او ډېر وخت به شپېلۍ ورسره يوځای کېدله.

د شوريو د موسيقي په اړه متفاوت نظرونه موجود دي، که چېرې دوه شوريګر محفل کې سره ودريږي هر يو يې بايد دا مهارت ولري، چې د شاعر له لوري طرز سره ځان عيار کړي او دا دومره سخت کار دی، تر دې پخوا هېڅ يو يې په اچول شوي سر او طرز فکر نه وي کړی او هرڅه همدلته مجلس کې په فه البديهه ډول ترسره کيږي، نه يوازې د شوريګرو لپاره دا کار ډېر سخت دی؛ بلکې موسيقي کارانو ګروپ هم مجبور او مکلف دی د شوريګر شوريو پسې لاړ شي او په في البديهه ډول موسيقي وغږوي له پخوا کار نه وي پرې شوی.

ګل روف شوقي، چې اوس وخت کې سندرې هم کوي او په موسيقي پوهيږي وايي، چې د شوريو موسيقي د عادي موسيقي غوندې نه ده او غږونکي يې هم کمالي خلک دي، په دقيق ډول نوې موسيقي ورته غږوي او داسې به ډېر کم مثالونه پيدا کړئ، چې موسيقارانو له لغت نه انحراف کړی وي او طرز يې غلت کړی وي.

شوقي وايي د دغو مجلسونو د موسيقۍ رنګ د سټډيوګانو د موسيقۍ څخه متفاوت دی، د سټډيوګانو موسيقي کې باجه، رباب، تبله... او همداسې نور يو په بل پسې غږول کيږي او موسيقي جوړوي خو دلته بيا ډول، باجه او رباب غږيږي او ټوله موسيقي په همدې دريو جوړيږي خو په سټډيوګانو کې د موسيقي د الاتو شمېر ډېر وي، دا جوت توپير دی کله، کله د شوريو په موسيقي کې شپېلۍ هم ورګډه شي خو دا ډېر کم پيښيږي.

نوموړی زياتوي شوريګر، چې کوم سر ووايي هماغه سر لپاره موسيقي جوړه شي او که چېرې موسيقاران د شوريو سره بلد نه وي په کلونو هم نه شي توانېدلی، چې دغه موسيقي جوړه کړي او يا د موسيقي الات په کوم انداز، چې په کار دي وغږوي.

که چېرې د شوريو مجلسونو ثبتي بڼې وګورئ ډېر کم داسې پېښ شوي دي، چې د زاړه طرز موسيقي پکې غږول شوې وي، په پورته پاڼو کې مو، چې د نيک بادشاه ځدراڼ کوم لس مسريز سر د بېلګې په توګه راوړ موسيقي يې ډېره متفاوته وه خو په هغه مجلس کې تر دې لس مسريز سر څخه مخکې د بل سر موسيقي بيا بل ډول ده او همداسې د شعر چوکاټ ته په کتلو موسيقي جوړيږي، چې د شوريو موسيقاران هم ډېر ځانګړي او پوره مهارت لري، چې شوريګر تعقيب کړي.

ډېر کله موسيقي جوړونکي او غږونکي په رباعي کې خپل طرز پيدا کوي خو داسې هم پېښيږي، چې رباعي يو ډول او سر بدل شي خو زيات وخت بيا رباعي په پيل کې موسيقي جوړونکو ته طرز په لاس ورکوي لکه:

قدرمن شاعرون روغلل ميدونه ته 

يو مې زړه دی او دا بل مې دی ځيګر

لوغاتينه خامخا ويسره کړای شمه

مو نيولی دی په تېره شپه ډګر[49]

له دې نه وروسته شوريګر سر را اخلي او موسيقاران موسيقي غلې کوي هغه، چې يوځل سر ووايي بيا نو د دويم ځل لپاره د بيت له تکرار سره موسيقي پيليږي.

د ټولو سرونو موسيقي متفاوته وي، په مجلسونو کې د سر څخه وروسته موسيقاران طرز برابروي د شعر جوړښت پسې ځي، دوی د شعر لپاره موسيقي جوړوي؛ ځکه خوږه لګيږي داسې نه کيږي، چې دوی شاعر مجبور کړي، چې د موسيقۍ لپاره يو شعر ورته جوړ کړي او په دوی پسې لاړ شي لکه دغه سر کې، چې موسيقاران په شوريګر پسې مزل پيلوي:

چې غوښه کسم قدر چېرته د شوتلې کم

ټولې بم کمبلې کم                 سخي مت خان

سخي مت خان بيت/ شورۍ کوي او له هر بيت سره موسيقي عياريږي او همداسې نور شاعران هم روان وي او موسيقاران ډول، باجه غږوي او رباب والا رباب اېښی دی، د دغې موسيقي طرزونه نوي دي او موسيقاران يې د شوريګرو سره بلد او په اصطلاحاتو يې پوهيږي، که چېرې د دوی خپله موسيقي نه وي نو شوريګر به په يوه او موسيقاران به په بله روان وي، چې د دوی دا بې نظمي به د شوريو خوند او کيف هم وتروړي.

له پخوا څخه يې د زنګي خان پرېشان په خبره ورځ تربلې موسيقي بدله شوې، د موسيقي الات پرې ورګډ شوي دي خو د نيمې پېړۍ مخکې وخت په اړه ولي ګل روان وايي، چې (زموږ په کلتور کې خو سازونه نه و، شاعرانو به هم ساز ته ترجيح نه ورکوله دا يو ‌ډول مو لاره، چې چيغې ته به هم ډول غږول کېده، د خلکو خبرول به هم په ډاله وه، اشر ته به هم په ډول راوتو او دا دود مو د پلار نيکه له وخته راپاتې و او که شورۍ به مو هم کولې يا به له موږ مخکنيو شاعرانو شورۍ کولې نو ډول به ورسره غږېده)

شورۍ په اوس وخت کې يوه ځانګړې موسيقي لري او په پخوانيو وختونو کې ښايي د ډول له ورګډېدو څخه وړاندې ساده ويل شوې وي؛ ځکه يوازې شپېلۍ پرته له ډوله تر اوسه شوريو سره نه ده غږول شوې خو يوازې ډول غږول شوی، چې د منګلو شاعرانو په ثبت شويو شوريو کې يې بېلګې موندلای شو.

که د شوريو تاريخچې ته لږ سر ورښکاره کړو او دا ومنو، چې د اخوندانو په وخت کې في البديهه شعر او شاعري موجوده وه نو په هغه وخت کې د شته لاسوندونو څخه مالوميږي، چې ډول موجود و او د اخوندانو د اتڼونو، غوړو څڼو او مينې کيسې ورپورې تړلې دي (په حجرو کې به دوی څنګه زندګي کوله او دا ډېره په زړه پورې موضوع ده که کوم څېړونکی په دې برخه ځانګړی کار وکړي/ل) او په کوم انداز به يې شعر شاعري ته مخه کړه... د کليوالي نجونو د زړه بړاس او د حجرو د طالبانو د مينې اندازه له دې ټپې لګولای شئ:

حجره يې شته طالب يې نه شته 

په حجره ګۍ يې لکه مار وګرځېدمه

يا

طالبان واړه لېونيان دي 

له وظيفې سره مې ګوتې تاووينه

کيسه راڅخه بل خوا لاړه نه شي د هغه وخت د اخوندانو، طالبانو او د کليوالو خوندورې کيسې او ورپورې تړلې ټوکې شته خو ترڅنګ به کليوالو د ډول اجازه ليک له همدوی ترلاسه کولو؛ ځکه په پښتني ټولنه کې له هغه پيل څخه موسيقي حرامه بلل شوې او تر ننه دا داستان چليږي، د اشرونو، چيغو... لپاره ډول ته اجازه دوی ورکړې وه او په همدې بنياد ويلای شو، چې د شوريو موسيقي ښايي تر دې هم خوږه شوې وی خو له پخوا همداسې دود پاتې دی، چې في البديهه شعر او شاعري به بې موسيقي وه خو شپېلۍ او ډول، چې د همدغو حجرو برخه وه د شوريو برخه هم ګرځېدلې.

که چېرې د شوريو موسيقۍ واورئ شور ځوږ به يې خوند در نه کړي؛ ځکه محفلونه يې ډېر له احساساتو ډک وي خو که چېرته يې په لهجو، اصطلاحاتو او ژبه ورسره بلد وئ نو بيا به په اسانۍ سره نوره موسيقۍ وانه ورئ که اورئ همدا به اورئ.

د شورۍ ژبه

 

د ژبې په اړه که د ارسطو دا نظريه منو، چې ژبه فطري نه؛ بلکې يوه ټولنيزه او اتفاقي پېښه ده[50] نو په اسانۍ سره زموږ بحث ته لار پرانيستل کيږي او د شوريو د ژبې په اړه په ډاډه زړه ويلای شو، چې په اتفاقي ډول رامنځته شوي توري او د افهام او تفهيم ټولنيز منل شوي غږونه که لهجوي دي يا مستثنا له لهجو د شورۍ ژبه ګڼل کيږي.

د ژبې بحث په کلتورونو، ټولنو او کتابونو کې ځانګړی ځای او اهميت لري موږ هغه بحث ته نه معطل کيږو او نه د ژبې له جوړښتونو او ګرامرونو سره سر او کار لرو، زموږ لپاره همدومره کفايت کوي، چې په دې وپوهيږو، د ژبې د جوړښت اصالت(Structuratusm)معنا دا ده، چې ژبه د رابطې سيستم يا يو له بل سره د تړلو سيستمونو مجموعه ده، د ژبې جوړوونکي عناصر لکه غږونه، الفاظ او نور په خپل منځ کې پرته د منساوي او متناقصو اړيکو د لرلو څخه په ځانګړې توګه اعتبار او اهميت نه لري[51] 

چېرته، چې انسانان اوسيږي د افهام او تفهيم لپاره به له ژبې څخه ګټه اخلي دا، چې دوی په کومه ژبه او څنګه خبرې کوي دا نو د هغوی په جغرافيه، فکر او طرز بيان پورې اړه لري ؛ ځکه هغه په لويو ژبو لکه پښتو، انګليسي، يوناني، فرانسوي... غږيږي او په دې اړه بيا ځانګړي ګرامرونه ليکل شوي، سټرکچرونه يې په لويو، لويو کتابونو کې تشريح شوي او موجود دي، که په دې بحث کو له موږ به خپله اصلي موضوع همدلته پاتې او يو بل ځای مصروف شوي اوسو، که تاسو سره پوښتنه را ولاړيږي، چې موږ خو يوه ژبه لرو پښتو او په پښتو کې شورۍ وايو بيا نو د شوريو ژبه عنوان څه معنی؟ زموږ اصلي موضوع له دې سره غوټه ده، که اورېدلي يا په کوم کتاب کې مو ليدلي وي، چې د شعر ژبه، د مينې ژبه، د کلي ژبه، د ښار ژبه... د ښار ژبه مو ياده کړه د پروفيسر رحمت الله درد صاحب يو بيت دی، چې:

دلته به نه کوې په هر چا باندې ړوند اعتماد

دا کلی نه دی ګله! ښار دی دښار دوه ژبې وي

د کلي او ښار د ژبې توپير تاسې د درد صاحب په دې بيت کې کولای شئ، چې په کومه معنی يې کاروي ژبه د وعدې او کار دواړو وسيله ده، د کومې لپاره يې په کوم وخت کاروي؟

زموږ اصل موضوع هم همدا ځانګړې ژبه ده، چې يوه ځانګړې ټولګه ترې جوړېدلای شي، د شورۍ ژبه تشريح کول اسانه نه دي خو په دې لنډو څو کرښو کې ځان خلاصول بيا ګران کار هم نه دی ښايي تر يو بريده وتوانيږو، چې د شورۍ په ژبه لکه څرنګه، چې لازمه ده يو څو سپينې پاڼې تورې شي.

د شورۍ ژبه د موضوع ترڅنګ د شوريګر په جرات او فصاحت پورې تړلې ده، په کوم انداز څه بيانوي؟؟

د ژبې په بحث کې ويل کيږي، چې ژبه  د افهام او تفهيم وسيله ده او هره يوه ژبه د ځانګړې جغرافيې زېږنده ګڼل کيږي د شورۍ لويه ژبه خو پښتو ده خو ځانګړې جغرافيه يې که محفل وګڼل شي بده به نه وي؛ ځکه، چې په هر محفل کې د شورۍ ژبه له موضوعي لحاظه  جوت توپير لري کله هم داسې نه دي شوي، چې د ځدراڼو په سيمه کې دې هماغه د وزيرو، مسيدو او يا د منګلو په سيمه کې دې د ځاځيو شوې شارۍ تکرار شوې يا ويل شوې وي په هماغه محفل کې موضوع ټاکل شوې، په هماغه لهجه او سيمه کې خلاصه شوې ده.

وخت ناوخت په محفلونو کې شوريګرو داسې ژبه کارولې، چې هم يې خپله ستړيا وړاندې کړې، هم يې موضوع بيان کړې ده او هم يې د خلکو احساسات پارولي دي، حکيم جان فريادي او مجيد په وزيريستانونو کې د شپې تر ناوخته د محفل ګډونوالو ته شورۍ کوي خو د شپې په يوه برخه کې، چې د محفل ګډونوالو ټولو ځانونه له سړو څخه په کمبلو او بړستونو کې پټ کړي شوريګر په ميدان ولاړ شورۍ کوي فريادي يو داسې سر اخلي، چې د هماغې وخت او مهال سره اتفاق لري وايي:

مو تو سره ويژني د وزيرو داسې زړه دی 

تباه يې کړو ساړه دی- تباه يې کړو ساړه دی

 

مو تو سره ويژني داسې يايي چې لغت کوئ

دا پرو بې نه وي که يوه بل نه غيبت کوئ

توسې چې هر څه کوئ خو کور دېموږ توبيت کوئ

دا مو نه لګيږي چې د شنو خالو صفت کوئ

وايي چې ميدون کې بو نور خپله زور قوت کوئ

کوم پلو ترې لوړ شي چارچاپېره يې وېړه دی [52]

تباه يې کړو ساړه دی- تباه يې کړو ساړه دی

 

فريادي په دغه وخت کې له سړو څخه د ځورېدو خبره، وزيرو ته اشاره او مقابل لوري شاعر ته موقع ورکوي، چې دی خو نور د دې توان نه لري، چې شورۍ وکړي خو مقابل لوري کې ولاړ مجيد يې ورغبرګوي:

 

مو تو سره ويژني ياره ايمو د تو مرګی نشته

چارچاپېره خپل دي پکې يو سړی پردی نشته

قام دی د وزېرې دوی نه هېڅوک توريالی نشته

کسه يې څېرميه داسې ګل د پسرلی نشته 

کسه يې پښتو دغسې ځوی د خلاصي نه دی 

تباه يې کړو ساړه دی- تباه يې کړو ساړه دی

 

ښايي په مجلس کې فريادي ته چا اشاره کړې وي، چې محفل به نه پريږدي او شورۍ به نه بس کوي؛ ځکه دوی ډېر په مينه ورته راغلی او ناست دي، چې همدې موضوع ته په کتو وايي:

 

مو تو سره ويژني يايي چې نه بو کوئ دمه 

ټولو داسې خوښه دی، چې زر، زر کوئ جمه

ګوره په بړستنو کې کرور نوست دي بېغمه 

کله دا خبر دي مو تو ظلم ستمه

دوئ فکر کوي، چې چا چوکۍ بو وي موکمه

فکر ډېر کوه خبره ښه بو کو شلمه

شپه بو دې سبو پرې تېروې نو ښه په دمه 

دا رقم يې خوښه هم يې ځوون هم يې زوړه دی [53]

تباه يې کړو ساړه دی- تباه يې کړو ساړه دی

 

مجيد د فريادي خبرې اوري خو په محفل کې يو کس په نښه کوي او هغه ته په اشاره وايي:

 

مو تو سره ويژني چارچاپېره دي وزير

سر سترګو يې منمه ورېره زه تو يي ګير

کسه ديته يايم ته چې زړه نه کې تغير

کورمې کوبلخېل دي خدايه څنګ مو کې په تير

ول خو دا سړی وکسه که يې سرو زرو ځنځير 

غلی پلی نوست دی چا سره نه کوي کش ګير

ډک د کرامت نه دی نذير يې په کشمير

بل کې مې د دوی سره زړګی شو هواګير

مه کړه ګيله مکړه داسې ځوی د پوښتونه دی[54] 

تباه يې کړو ساړه دی- وه وروره ساړه دی 

مجيد؛ فريادي ته د يو کس صفت پیل کړ، چې د دوی له شورۍ خوند اخلي او غلی ناست دی، ښه دی او د سرو زرو ځنځير ته ورته دی او دی يې ځان ترې متاثر ګڼي نو سم بيان يې پسې اوږد کړی دی او ستاينې يې کوي، د فريادي زړه يې نه اخلي او صبر يې نه کيږي ورغبرګوي، چې:

 

مو تو سره ويژني دې نه ځونه بو يې صفت کوې

ټولو سره توپک دي ياييه څنګه بو يې غيبت کوې

مو نې که خبره ښه صحي په حقيقت کوې

لږ دې دعوه ويلې وروره ته د کرامت کوې

زړه دې رنه بد مه شه ګوره دا کور خو غلت کوې

خدای که خو بزرګ وي هسې ته يې ده توبيت کوې

افرين پو تو شه څومره ته ده سره راحت کوې

سروزرو ځنځير نه دی خو ته يې خوشې صفت کوې

غوښې يې ارنه پرې کړې مو د پوره دا چوړه دی[55] 

وه وروه ساړه دی- تباه يې کړو ساړه دی 

 

فريادي په محفل کې د هر کس د لاس ټوپک ته په اشارې وايي، چې نور به يې له ځانه صفتونه او ستاينې پيلوې داسې نه شي کېدی، چې يوه زره غيبت يې وکړې که خپه يې که خوشال بايد د دې خلکو په خوښه مزل وکړې، څه چې د دوی خوښه وي زما او ستا به هم وي او مجيد ته په غوسه کيږي، چې دا څوک په محفل کې تا د سروزرو ځنځير ياد کړ دا نور زما لپاره له چړې کم نه دی ستاينې يې بس کړه او محفل ټولوه.

که هرې شورۍ ته ځير شئ يوه ځانګړی طرز او د افهام بڼه لري، ټول مسايل پکې د موضوع اړوند مسلسل روان وي او کيف يې هم له همدې سره تړلی دی، کله، چې څوک دشورۍ په ژبه پوی شي کیف ترې اخيستلای شي د کومې په نيت يې چې د اورېدلو ارده کړې وي.

په شورۍ کې ځانګړی اسلوب، طرز، موضوع، وزن، قافيه، رديف، اصطلاحات، لهجې... دا ټول د شورۍ د ژبې ادات دي، که چېرته په لهجه وپوهيږو خو اصطلاحاتو سره نابلد اوسو او په اصطلاح وپوهيږو لهجې سره نابلد يو نو په محفل کې به خلک شور او ځوږ کوي خوند به اخلي خو موږ به صم بکم ناست يو.

په شوريو کې د اداتو په اړه که ځانګړی،ځانګړی کار وشي نو د شورۍ د ژبې او سټرکچر په تکملېدو کې به پوره ونډه واخلي.

که د شورۍ له ژبې سره پوره بلدتيا نه وي موجوده ښايي په ډېرو ځايونو کې څه له سره ترپايه ويونکي(شوريګر) درک نه شو کړای، په دې اړه يوه وړه کيسه او د سترګو ليدل حال بې ځايه نه دی، چې له تاسو سره یې شريک کړم.

په اغلب ګمان ۱۳۸۶ ل کال و د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې مو د نښتر کلنۍ مشاعره او مېله جوړه کړې وه، مېلې ته د پکتيا مطرح شوريګر محمدالدين او زنګي خان هم رابلل شوي و، د غرمنۍ نه وروسته دوی دواړو د ډول بجې او رباب سره د شوريو په ويلو پيل وکړ، ډېر عجيب طرز او ځاځيواله لهجه کې يې يو سر واخيست نذير احمد نذير زما څنګ ته ناست او لېوال صاحب د خوږمن ځاځي څنګ ته دواړه حيران و، چې دا اوس څه سره وايي؟ نه يوازې دوی حيران و، له نورو ولايتونو څخه راغلي ټول مېلمانه، چې له دې ولسي/ شفاهي ادب سره يې اشنايي کمه يا بيخي نه وه حق حيران و.

خوږمن په مجلس کې هڅه کوله، چې د شوريو ژبه لېوال صاحب ته تشريح کړي خو هغه به چې په موضوع کې يوه برخه تشريح کوله بله به راورسېده، چې دې کار خوږمن هم تنګ کړ ورته ويل يې، چې دا بيا وروسته درته ترجمه کوم.

په هغه مهال زه هم چندان په دې اورېدو حاکم نه وم نذير ته مې وويل دا به خوږمن موږ ټولو ته ترجمه کړي دا ژبه ډېره سخته ده يو ترجمان حتماً پکار دی، د حيرانتيا ځای يې نه پوهېدل نه؛ بلکې د شوريګرو استعداد ته ګوته په خوله شول، چې داسې ژر، ژر مطالب څنګه موندلای، موزون او په هنري انداز وړاندې کولای شي؟

موږ په دې برخه کې ډېر زيات مثالونه او بېلګې لرو، چې وړاندې يې کړو خو همدومره بس ده، چې ووايو د شورۍ ژبه ډېره مغلقه او پېچلې ده که پياوړي شوريګر په محفل کې وي نو په موضوع پسې رسېدل د ټولو اورېدونکو کار نه وي د شوريګرو په څېر تېز ذهنه، ذکي او له شوريو سره بلد اورېدونکي ورته پکار دي کنه زما غوندې ډېر سرناخلاص به وخت ناوخت ترجمان ته اړتيا ولري، چې دغه ژبه ورته وژباړي څو ورته د تفهيم وړ شي.


شورۍ ، لهجې او اصطلاحات

 

لهجې او اصطلاحات د يوې ژبې لپاره د تاوان پر ځای ‌ډېره ګټه هم رسولی شي، که چېرې په لهجو کې د ژبې ار ويونه(لغت) راغونډ شي ښايي، د ډېرو مکالمو پر مهال د پردۍ ژبې ويونه ايسته وغورځي او هغه دود شي خو لا هم زياتې لهجې پښتو ګرامر ليکونکو له پامه غورځولې، د زاهد پښتو، پښتو سيند په ۹۲۳ مخ کې (لهجه/ د الفاظو اواز، تلفظ، دوينا طرز، د خبرو انداز) رامعرفي کوي، د پښتنو سيمو اکثر اوسېدونکي د خبرو لپاره خپل، خپل انداز لري، چې د دوی تلفظ او د بيان طرز په شعر او شاعرۍ هم مستقيم اغېز کړی دی.

د ډ‌ېورنډ نفوذي کرښې پورې اورې پښتانه که په سوېل ختيځ کې دي، که مشرقي/ بلوچستان خواته پراته دي ټول له يو بل سره په پښتو خبرې کوي خو زيات وخت نابلد کسان د يو بل په لهجه او د خبرو په انداز کې له ستونزو سره مخ کيږي، ښه ده، چې په دې ځای کې داسې يو مثال وړاندې کړو، که چېرې د کابل ميشتي پښتون سره، چې پخوا تر دې چېرې نه وي وتلی او کوم کليوال ځدراڼ يا د وزيريستانونو يو اوسېدونکی مخ شي او هغوی خبرې وکړي، ښايي بيخي کم په دې وپوهيږي، چې څه ورته وايي يا يې مطلب څه دی؟

څه وخت وړاندې زه په خپله د وزيريستانونو د يو ملګري احسان الله بيټني سره مخ شوم هغه به، چې کله په تليفون له خپلو کليوالو يا خپلوانو او کورنۍ غړيو سره خبرې کولې طرز د خبرو به يې داسې و، چې بيخي به يې حيران کړم په ساده هماغه کليوالي لهجه يې خبرې کولې او په يوه نيمه موضوع به مې يې هېڅ سر نه خلاصېده او که چېرته د همدغو لهجو په راټولولو کار وشي د پښتو ژبې د کره ليکدود رامنځته کېدو باعث کېدلای شي، زموږ د کره ليکدود نشتوالي يو لامل هم زما په اند همدا د لهجو نه راټولېدل او شاربل دي.

لهجې او اصطلاحات په خپل منځ کې ډېر واټن سره لري خو ځينې اصطلاحات په لهجوي توپير په ټولو سيمو کې منل شوي او عام دي(اصطلاح : داسې ژبنی ترکيب دی، چې ټولې کليمې په خپلو اصلي ماناوو نه استعماليږي، ايډيم، ټرم، محاوره)[56] يې هم بللی شو، که چېرې لومړيتوب اصطلاح معرفي کولو ته ورکړو او ورپسې لهجو ته راشو تر ډېره بريده به مو د موضوع ښه روښانه کولو مسوليت ادا کړی وي.

 نه يوازې په اصطلاحاتو؛ بلکې په ټوله کې دا ستونزه لرو، چې ډېر ولسي/شفاهي ادب مو نه دی راغونډ شوی، په ليکلو ادبياتو او د ګرامر په ځينو کتابونو کې دا خبره ښه راته ونه ايسيده، چې د خبرو په جريان يا د بيتونو او شاعرۍ پر مهال نوي اصطلاحات نه شي جوړېدلای له پخوا جوړو شويو اصطلاحاتو باندې به تکيه کوې.

د ژبې په افهام او تفهيم کې د اصطلاحاتو کارونه او شتوالی ډېر مهم ارزښت لري او که هرې ژبې ته سر ورښکاره کړئ ځانګړې اصطلاحوې به يې ووينئ او د وخت په تېرېدلو سره په ژبو کې اصطلاحات د ورځنيو مکالمو په ترڅ کې يا يې مستقيم له ادبياتو څخه راوځي او د وخت په تېرېدلو سره مشهور او تلپاتې کيږي، که دا خبره په ډېر صراحت او جرات سره وشي، چې نوي اصطلاحات د خبرو په جريان کې نه شي جوړېدلای ممکن ژبې ته د ګټې پر ځای تاوان واوړي.

موږ شورۍ تشريح کړې او د شورۍ په ژبه مو هم تر يو بريده خبره وکړه، چې که له سيمه ايزو لهجو او اصطلاحاتو سره په هغه اندازه، چې لازمه ده اړيکه او بلدتيا ونه لرو ښايي په اسانۍ پرې پوی نه شو ان تر دې، چې ژباړونکي ته به محتاج يو، مثلاً حاجي مت خان او سخي مت خان په يو محفل کې داسې سر وايي:

دا يې تورې والا نه دي دغه خلک دې مرضي وي

لونګۍ دې موته روکي که نيوزيو په مرضي وي

که دا د دوی له خولې واورئ او د دوی په لهجه بلد نه اوسئ ښايي بيخي مو سر ورباندې خلاص نه شي او فکر وکړئ، چې نو اوس دې ته ولې ناست يو دا څه معنی لري؟ په پورته بيت کې تاسو په قافيه کې دوه ځايه (مرضي) وينئ او بل که په لهجوي بڼه يې وليکو هغه خلک، چې له ويونو(لغتونو)، اصطلاحاتو او لهجو سره بلد دي او د شوريو په جوړښت يې څه ناڅه سر خلاص دی، پورتنی بيت ښایي سم يې تلفظ او مانا ترې واخلي او کنه ورته ګوري به هسې کتار شوي توري به ورته ښکاري هېڅ معنی به نه شي ترې اخيستلای.

که پورتنی بيت موږ له لهجوي ليکبڼې راوباسو او په معياري ليکبڼه يې وليکو داسې به شي:

دا د تورې والا نه دي دغه خلک دې مرضي وي

لونګۍ دې ماته راکړي که نيازيو پرې مرضي وي

د حاجي مت خان له لوري ويل شوی پورته سر مقابلې ته د اېښودل شوې لونګۍ په اړه راغلی دی (دا د تورې ولا نه دي- موږ اصطلاح لرو- د تورې بنګړی نه دی) او بله اصطلاح لرو(مرضي دی/ د م په زور يې که تلفظ کړو نو د ناروغۍ معنی به ولېږدوي، چې په اکثر پښتنو سيمو کې ځانګړې اصطلاح ده، چې سړی مرضي دی، که چېرته کومه مسله وي او يو کس غواړي د نيک نيته يې خلاصه کړي او نوم يې ښه نه وي خلک په اشاره کې د هغه په اړوند دا خبره کوي- مرضي دی! نور مو خوښه خپله/ يعنې اراده يې ښه نه ده او ستونزه يعنې ذهني ناروغ دی مرض لري خامخا څه ستونزه پېښه نه شي) نو د بيت په لومړۍ مسره کې دوه اصطلاحات راغلي دي او ورپسې دويمه مسره کې کومه خاص اصطلاح نشته لهجوي لغت راغلی دی، چې (مرضي/ د ض په زور تلفظ شي د خوښې/اختيار معنی به ولېږدوي) د خوست او پکتيا ځاځيو سيمې اکثر اوسيدونکي د خوښې لپاره همدغه ويي کاروي مثلاً که ورته ووايې، چې دغه يا هغه کار کو؟ نو په ځواب کې به حتماً درته ووايي، چې ستا مرضي ده!

(اصطلاحات که له يوې خوا څخه د ژبې د لغوي پانګې بشپړونکې برخه ده نو له بل پلوه يو ادبي خوند او رنګ هم لري، اصطلاحات کوم خاص سبک پورې تړلي نه وي؛ بلکې د څو سبکونو ترمنځه شريک واحدونه ګڼل کيږي)[57] که د ژبې دغه لغوي پانګه پياوړې وي د افهام او تفهيم پر مهال ډېر ځله پرې د انسان تکيه کيږي يا د کومې خبرې د اريه کولو پر مهال يا هم د ليکنې د يو مفهوم سم افاده کولو لپاره ځينې اصطلاحات ډېره معنوي ګټه رسوي خو دغه خبره، چې (اصطلاحات سمدلاسه د خبرو کولو په وخت کې نوي نه جوړيږي، چې د کوم ټاکلي مطلب لپاره ورځنې کار واخيستل شي؛ بلکې په جوړ شوي ډول د ژبې د ويونکو په حافظه کې ساتل کيږي)[58]،ښه نه راته بريښي؛ ځکه که داسې شي نو بيا دا نوې اصطلاحوې کله جوړيږي؟

دا پوښتنه مو په دې خاطر مطرح کړه، چې اکثره شوريګر يا د سيمې اوسېدونکي نوې اصطلاحوې رامنځته کوي او ډېر ژر منل شوې او دود شوې هم دي نو که داسې ممکنه وي، چې نوي اصطلاحات جوړ او ومنل شي تاوان يې په څه کې دی؟

زما په اند د نويو اصطلاحاتو جوړول او په ټولنه کې دودول يې خورا مهم او ارزښتمن کار دی او د ژبې په پياوړتيا کې مستقيمه ونډه لرلای شي، د ځينو ښو اصطلاحاتو په دودولو کې فعاله ونډه اخيستل د ژبنيو مسايلو د ودې په خاطر مهم او ارزښتمن دي، د مجازي معنو لېږد د ادبياتو کار دی، چې ډېر مجازي توکي په اصطلاحاتو کې خوندي وي مثلاً:

بادومو کې پستو ته ګوره مه کوه کبوب

دا د واصل خان او ګل شدين د شورۍ يوه مسره ده، چې د چاربيتې په طرز يې ويلې او په تېرو پاڼو کې موږ را نقل کړې ده خو دلته موږ په هغه نوې اصطلاح خبرې کو، چې واصل خان د شعر ويلو په جريان کې جوړه کړې مخکې له دې، چې په اصطلاح وغږيږو مجبور يو، چې بيت په معياري ليکبڼه وليکو او له لهجوي ليکدود يې وباسو:

(بادامو کې پستو ته ګوره مه کوه کباب) په مجلس کې واصل خان ګل شدين ته په اشارې وايي، ډېر عجب سړی يې، چې ښکلی ووينې د بادامو کباب ورته کوې يعنې بادام ورته ميده کوې، بادام په خپله پاسته دي له دې کباب نه جوړيږي همداسې يې ورکه، په دغه جوړه شوې اصطلاح ټول مجلس پوهيږي؛ ځکه په لهجه کې کوم مشکل نه لري او د شوريو له ژبې سره اشنا دي او د واصل خان له دغې اصطلاح ډېر خوند اخلي، چې اوس دا اصطلاح په کورمې او پاړچينار سیمه کې مشهوره ده، چې که څوک کوم ښکلي ته ګوري نو خامخا يې يو نيم غږ تر غوږ کيږي، چې په بادامو کې خو به کباب نه ورته کوې؟ دا مسرۍ او ورته نورې مسرۍ ځينې اصطلاحات په لاس راکوي او موږ مطمين کوي، چې نوي جوړ شوي اصطلاحات هم ډېر ژر منل کېدونکي او دوديږي که په کتابونو کې هر رنګه خبره راځي خو موږ به په لاس راغلي موارد په دې ډول بيان کړو، چې اصطلاحات د ژبې د پياوړتيا لپاره هر مهال د شوريو او محلي اوسېدونکو په خبرو کې رامنځته شوي او دود شوي دي، ډېر يې د وخت په تېرېدو له پامه غورځېدلي او په کمو سيمو کې پاتې شوي دي او نور يې په ټولو پښتنو سيمو کې منل شوي او تر ننه پرې خبرې تکيه کيږي.

که څوک زموږ دا خبره بيا بل وخت ردوي هم امکان لري؛ ځکه علم او مالومات د وخت په تېرېدلو سره پرمختګ کوي او موږ هم ښايي سبا په خپله دې کړې خبرې دومره کلک ونه دريږو؛ ځکه علمي استدال به بدل او ذهن مو په دې برخه کې نور هم اګاه شوی وي.

يوازې دا دوه درې اصطلاحوې نه دي که شورۍ وپلټل شي ښايي په لسګونو ان سلګونو اصطلاحوې پيدا شي، چې خلک هم خوند ترې اخلي او هم جالبې وي خو د دود کېدو لپاره يې مناسب کار نه وي شوی.

اصطلاحات به ډېر وي خو د دغو اصطلاحاتو سره په جغرافيه کې بلدتيا او لهجو سره اشنايي هم مهمه ده، که چېرې يوه اصطلاح څومره خوږه وي خو که له هغې جغرافيې يې بلې ته وروړې ښايي د کيف لېږد ځواک له لاسه ورکړي مثلاً زموږ عامه اصطلاح (لور په لوټه تېروي) که دا داسې يو ځای کې ووايې، چې هلته لور نه وي او يا څوک لو نه کوي ماشيني دور دی هلته په ماشين کار کيږي خلک به عجيب او غريب فکر کوي، چې سړي څه بنګې وهلې دي او که همدا د بنګو وهلو کيسه واوري وايي به لېونتون ته يې بوځئ عصاب يې له لاسه ورکړي دي په ګډو وډو سر دی....

لهجې

لهجې هم په ګرامر کې اوږ بحث دی او حتی کتابونه خبرې پرې کيږي خو موږ د شوريو اړوند يو شمېر لهجو باندې خبره کو، چې په ټولو لهجو خبره کول يې هم زموږ د څېړنې له توان بهر کار دی او نه شو کولای شورۍ پرېږدو او په لهجو راټولولو پيل وکړو خو دا خپل مسوليت ګڼو، چې را اخيستل شوې شورۍ په لهجوي بڼه تر يو بريده واضح کړو؛ ځکه که چېرې زموږ د دغې رسالې لوستونکي په هغو موضوعاتو پوی نه شي، چې دلته مو د مثال په ډول راوړي دا نو بیا له مسوليت څخه تېښته ده، چې انشاالله داسې کار به کله هم نه کو، که ټولې لهجې نه شو تشريح کولای تر يو بريده به د دغو شوريو ځينې لهجې معرفي کړو.

موږ د کتاب په پاسنۍ برخه کې د ځاځيو او منګلو شاعرانو ترمنځ د يوې شورۍ سر را اخيستی و، چې دوی په دغه شورۍ کې د پکتيا د منګلو او ځاځيو قومونو شريکه لهجه کارولې ده، تاسو د سر دا بيت وګورئ:

دا قوم دی د منګلو دا په غم سړی ړوي

خلاصون درک بدې نه وي داسې سم سړی ړوي

پورتنی بيت د ښه وضاحت لپاره يوځل په معياري ليکبڼه هم ليکو:

دا قوم دی د منګلو دا په غم سړی اړوي

خلاصون درک به دې نه وي داسې سم سړی اړوي.

که موږ ټولې شورۍ په معياري ليکبڼه وليکو نو هغه ادبي رنګ او خوند په بشپړ ډول که نه وي څه ناڅه له لاسه ورکوي او که په لهجوي بڼه يې ليکو د زياتو کسانو سر به نه پرې خلاصيږي نو څه کول په کار دي، چې دواړه لوريو ته تاوان وا نه وړي؟

په لهجوي بڼه ليکل شوې د شورۍ پورته سر ځينې لهجوي ويونه که په معياري ليکبڼه وليکو (ړوي[اړوي] بدې [به دې ]) او بيا يې لوستونکي په لهجوي بڼه تلفظ کوي مطلب به ترې اخيستلای شي.(موږ ځينې لهجوي توري په پایليکونو کې هم ذکر کړي او منظم کړي دي، که ټول دلته رانقل نه شول هلته دې مراجعه وشي...ل)

د منګلو او ځاځيو په لهجو کې د ويونو(لغتونو) لنډون ډېر زيات ليدل کيږي، که يو کليوال کس درته يو مطلب وايي او د دوی په لهجه پوی نه يې ښايي مطلب ترې وانه خيستلای شئ.

د خبريالۍ پر مهال به د دې سيمې د اوسېدونکو له خبرو څخه د راپور جوړولو يوه ستونزه دا وه، چې کومه خبره يې را واخلو او په کوم ځای کې يې بس کړو؛ ځکه دوی به خپلې جملې داسې لنډې کړې، چې حق حيران به شو او يا به يې داسې لهجوي ويونه کارولي و، چې زموږ په فکر به که د نورو سيمو اورېدونکو راپور اورېدلی وی ښايي مطلب يې نه وی ترې اخيستی.

که په دغه ځای کې له يو شمېر شاريو څخه لهجه ايسته وغورځو ښايي فکر وکړئ، چې دا خلک يو، بل ته له موسیقۍ سره د سندرو په طرز خبرې کوي.

شورۍ په لهجه شورۍ دي، که چېرې لهجوي کالب څخه راووتې ښايي خپل وزن او هغه شعري جوړښت، خوند او رنګ، چې په شوريو کې دی له منځه لاړ شي.

که څه هم د کتاب په پيل کې مو دا يادونه وکړه، چې د پخوا په پرتله يې د محفلونو ګډونوال کمرنګه شوي زموږ مطلب واضح دی، ښايي د پخوا څخه د ګډونوالو شمېر؛ ځکه کم شوی وي، چې اوسنيو حالاتو کې خلک ډېرو حساسو مسايلو کې پروګرامونو ته نه ځي د شوريو محفلونو ګډونوال به څنګه شي؟

په اوس وخت کې د شوريو اورېدونکي له نورو لارو د ټکنالوژۍ په وسيله د يوټوب چېنلونو، فيسبوک صفحو او نورو لارو زموږ د مالوماتو پر اساس مخ په زياتېدو دي په يوټوب چېنلونو کې د شاريو د پلټلو پر مهال مو يوه بله سروې هم وکړه، چې د ځينو چېنلونو څخه د شاريو لېدونکو تعداد له زرګونو څخه لکونو ليدونکو او پلټونکو ته پورته شوی دی، چې دا په خپله د دې شاهدي ورکوي، چې اورېدونکي يې زيات شوي خو د محفلونو ګډونوالو د کموالي لامل به يې نا امني وي، چې د نفوذي کرښې پورې اورې پښتانه ورسره مخ دي.

بله دا خبره هم مهمه ده، چې اوس وخت زياتې شارۍ د شوريګرو ترمنځ له هيواده د باندې خليج هيوادونو مسافرو په محفلونو کې ويل شوې دي.

په پکتيا کې د يو ټلويزوني چېنل خبريال او ليکوال خالد ذهين د ټکنالوژۍ په مرسته د دې ليدونکو د شمېر زياتوالی د عصري موسيقۍ څخه د خلکو ستړي کېدل او خپلې اصلي/ کليوالي موسيقۍ ته د راګرځېدلو باعث ګڼي، د ده په اند نړۍ په داسې مصنوعي مسير حرکت پيل کړی، چې ډېر خلک ترې د راګرځېدو پلمې لټوي، په لباسونو، موسيقۍ اورېدو، د خوراکونو طرز... او حتی په ناسته ولاړه کې يې فرق راغلی دی.

دا، چې موضوع راڅخه بل خوا لاړه نه شي نو د همدغو ليدونکو شمېر زياتوالی دا هم راپه ګوته کوي، چې دوی له هغو لهجو سره، چې شوريګرو پکې شورۍ کړې دي بلد دي او په حاضر وخت کې به د پښتو ټولو لهجو معرفي زيات وخت اخلي خو په شوريو پورې تړلې لهجې به د مجيد او حکيم جان له کيسۍ پيل کړو، چې په دې کې د لهجې جوت او ډېر ټکي پراته دي.

ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

مانا يې چې روکوي ډېر عاليمون بو کي ځون ستړي

مجيد

د مجيد شاعر/شوريګر له لوري ويل شوې دغه کيسۍ په کره ليکبڼه کې داسې ليکل کيږي:

 (ج) چې (خ) نه راغی (م) ته يې څه شی و راوړي

مانا يې چې راکوي ډېر عالمان به کړي ځان ستړي

د مجيد دغه کيسۍ کې د ځدراڼو د لهجې څرکونه ليدل کيږي، که يوځل دغه بيت ته متوجه شو معياري ليکبڼه يې له لهجوي هغې سره پرتله کړو جوت پوهيږو، چې د شاعر مطلب څه دی؟

د ځدراڼو قبيلې کوم کس که د خپلې قبيلې په اړه وايي، چې دی( ځدارڼ) دی نو سمدست به الف په واو بدل کړي وبه وايي (ځدروڼ) يم دوی (الف) په (واو) تلفظ کوي، په عموم کې موږ د دوی نورې لهجې لپاره دلته معيار نه شو ټاکلی خو څومره، چې بلدتيا ورسره لرو او د ملګرو په لهجه او ويونو کارونه کې مو فکر کړی دی او په خبرو اترو کې ورته متوجې شوي يو(الف) په (واو)، (څ) په (چ) او (ه) هم په (واو) تلفظ کوي لکه: په پورته بيت کې (روغی/چې بايد راغی) وويل شي، (چيشی/ چې بايد څه شی)تلفظ شي(عاليمون/عالمان) او (بو/به) ليکل کيږي، چې دوی په عمومي ډول ورته بدلون ورکوي.

د همدې کيسۍ په نورو ځينو مسرو کې، چې مجيد کوم الفاظ کاروي په هغو کې مو هم همدا موضوع وپلټله، چې په عمومي ډول يې (واو) په (ي) اړولی لکه: 

وروره                      ورېره

پوښتنه                    پيښتنه

پروت                      پرېت

کوم                        کيم

فکرونه                    فکرينه

غوږونه                    غيږينه

سوچونه                   سوچينه

توربرونه                  تربرينه

نه يوازې دا، زيات وخت داسې ويونه هم وي، چې دوی يې يو توری په بل تلفظ کوي زيات داسې ويونه شته، چې (م) پکې په (ن) او ډېر ځايونه (ن) په (م) اړوي لکه: (نيمګړې په نينګړې)، (زړکدن په زړکدم) تلفظ کوي او که وپلټل شي تر دې ډېر ژبني توکي به پکې وموندل شي.

همدلته يوه وړه يادونه دا هم ضرور ده، چې (توربرونه – تربرينه) تلفظ کوي، که متوجې شئ په يو لغات کې، چې دوه واونه موجود وي يو يې ورکوي او بل په يا بدلوي لکه په پورته بېلګه کې، دوی لومړی واو زيات وخت نه شي ادا کولای؛ ځکه يې له منځه وړي.

د لهجوي قاعدو په اساس به په دغو مشخص شويو تورو کې وخت ناوخت استثنا وي، چې په دې برخه کې د ژبپوهانو نظرونه د تاييد وړ دي خو موږ له پورته ذکر شويو مسايلو سره د مخ کېدو په صورت کې اړ و، چې تر يو بريده وضاحت ورکړو.

په شوريو کې يوازې د ځدراڼو لهجه نه؛ بلکې د ډېورنډ نفوذي کرښې پورې اورې پښتنو سيمو اوسېدونکو لهجې د پام وړ دي؛ ځکه د دواړه لوريو شوريګر، چې شورۍ کوي نو په خپله لهجه لګيا وي، چې دا بيا ځانته يو اوږد بحث دی، چې په کومه لهجه کې کوم (ويي) د څه معنی ورکوي او په کومه لهجه ويل شوی دی؟

په ځينو شوريو کې داسې ويونه هم راغلي دي، چې که په لهجوي بڼه وليکل شي بيخي معنی بدلوي، لکه: 

لهجه                      اصل

نه دو                      نه ده

پو ډېر                     په ډېر

دغ                          دغه

هغ                         هغه

نوست                     ناست

موتم                      ماتم

روشه                      راشه

ليار                         لار

موراور                     مرور

روغلي                    راغلي

نې                          پر

اېمو                        زما

دروېغ                     دروغ

دروېغجنی                              دروغجنی

ولمونه                      مېلمانه

بوم                         به هم

يايئ                       وايئ

وکئ                       وکړئ

داسې ډېر ويونه شته، چې په لهجوي بڼه ليکل يې ستونزې زياتوي او اکثر هغه کسان، چې لهجه يې په همدې سيمو پورې تړلې لکه څرنګه يې چې تلفظ کوي هماغسې يې ليکي، چې د ليکدود په برخه کې نورې ستونزې هم ايجادوي که چېرې ژبپوهان او د همدې برخې محصلين په دې کې لا زيات کار وکړي ښايي د يو کره او معياري ليکدود لپاره ډېر او مناسب کار وکړای شي، بده به نه وي، چې د لا وضاحت لپاره يو مثال راوړم: ما د ملګري احسان بېټني کيسه وکړه هغه يوه ورځ وويل(زه له خپلې خبرې اړېږم) ما فکر وکړ که وايي، چې زه اړ يم دا راسره ومنې خو وروسته پوی شوم، چې د ده مطلب دا دی که ستا خوښه نه وي زه له دې خبرې اوړم يعنې تېرېږم.

دلته خبره په اړېږم ده، دوی اړېږم په دې معنی کاروي، چې اوړم او موږ يې بيا د اړکېدلو يا مجبوريت په معنی کارو، چې لوی توپير سره لري او دا يوازې د څو قبيلو او څو خېلونو په لهجو کې نه شي واضح کېدلای، د پښتو په لهجو لا ډېر کار ته اړتيا ده، چې د يو کره ليکدود د رامنځته کېدو باعث کېدلای شي.

له دې ورهاخوا د شورۍ د ښه وضاحت او تر ډېره بريده روښانولو په برخه کې د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي ريس او استاد يارمحمد پکتين د لهجو په همدې اوښتو بڼو (د پکتيا د لهجې مورفولوژيکي او فونولوژيکي څېړنه) کړې ده او د همدغه ناچاپ اثر په يوه برخه کې د پکتيا يو شمېر سيمو لهجو د بڼو په اړه کاږي: (د پکتيا هغه لهجې، چې له معياري څخه لرې لهجې ګڼل شوې دي د وزيرۍ لهجې دوه سترې څانګړتياووې لري، دا لهجې د معياري لهجې د کليمو (الف، و) په خپلو لهجو کې په ترتیب سره په (و، ي) اړوي، دا ځانګړتيا د ځدراڼو په لهجه کې ډيره پياوړې؛ مګر د منګلو، ځاځيو، څمکنيو په لهجو کې په ترتيب سره کمزورې کيږي او د معياري لهجې د کليمې (و) په خپلو کليمو کې په (ي) سره يې بدلون ډېر لږ يا په نشت حسابيږي) استاد د يادې څېړنې په يوه بله برخه کې د همدغو لهجو اوښتې بڼې په ډېر څرګند ډول او د ژبپوهنې په بنياد رامعرفي کوي، که چېرې د شوريو يو اورېدونکی يا هم لوستونکی د دغې لهجوي اوښتو بڼو سره اشنا شي ښايي له هغو ستونزو څخه خلاص شي، چې تر دې مهاله يې په اورېدو يا لوست کې لرلې:

(مورفولوژیکي اوښتنې: په هره لهجه کې مورفولوژیکي بدلونونه موجود دي، دا داسې توپېرونه دي، چې د یو مورفیم په جوړښت کې د فونیمونو زیاته برخه له معياري لهجې سره توپیر ولري، په دې مانا، چې د یوه مورفیم په وجود کې یوازې یو فونیم بدلون نه وي موندلی؛ بلکې له یوه زیات وي، دا ډول مورفولوژیکي توپیرونه په لاندې جدول کې ښودل شوي.[59]

 | قیدونه | تلفظ | څمکنیو لهجه | معیارِي ژبه |   نومیزه ډله: (نوم، ضمیر، صفت، عدد)   
 | لرې | وریه | naɣǝn | نغن | وچه ډوډۍ
 | دلته | ایلته | zeaṛe | زیاړې | کنځا(ښکنځل)
 |   |   | koṛit | کوړیت | زوړ
 |   |   | uṛkǝy | اوړکی | هلک
 |   |   | Toy | توی | سېند (خوړ)
 |   |   | Mața | مټه | ستن(پا یه)
 |   |   | čaṛčobǝy | چړچوبۍ | تشناب
 |   |   | kaṭerxa | کټېرخه(کټیره) | چاړه
 |   |   | Šokosǝ | شوکوسه | کاسه
 |   |   | Mata | باته (بته) | ژوبل
 |   |   | woṛ | وړ (ووړ) | کوچنی
 |   |   | To | تو | تا | ضميرونه
 |   |   | Mo | مو | ما
 |   |   | aɣ | اغ | هغه
 |   |   | Aimo | ايمو | د ما
 |   |   | maṭǝk | مټک | چارمعز | نومونه
 |   |   | Nowaxta | نوواخته | ناوخته |  
 |   |   | gaṛay | ګړای | منګی |  

په جدول کې ذکر شوي ويونه او اوښتې بڼې مشت نمونه يې خروار کيسه ده، ډېر زيات نور داسې ويونه به په دغو لهجو او شوريو کې ومومئ، چې تر ننه پورې به مو يې په اړه هېڅ نه وي اورېدلي او يا به ورسره مخ شوي نه ياست.(په تېرو پاڼو کې يې موندلای شئ/ ليکوال) دا خو د پکتيا په لهجو خبره وه، شورۍ يوازې په پکتيا نه؛ بلکې د ډيورنډ نفوذي کرښې پورې اورې پښتنو سيمو اوسېدونکي وايي او اوري نو په شوريو او ادب په ژبپوهنې څانګه کې د څېړنو پرمهال د هغه لوري لهجې له پامه غورځول له پښتو ژبې سره جوت زياتی دی.

د وزيريستانونو د نورولي د شورۍ لپاره د ويل شوې رباعۍ دوه بيتونه رانقلو:

زه روتللم نه په زېر يې پسې روستلم

دا مال غريب به چا وکشلی وي جومات نه

بر په دويلس پوره کلي کې تعليم و

په اتخي يې کړم ارجګ د تسبخات نه 

يوه خبره دلته دا هم کول په کار دي، چې دوی نورولي(نوروالی) وايي او ليکي، زما د مالوماتو په اساس اکثره ځايونو کې له (واو) څخه وروسته يو(الف) اضافه کوي او د پښتو ګرامر ياګانې په عموم کې نه مرعاتوي، ټولې ياګانې ورته ساده دي (ی) داسې يې ليکي او تلفظ کوي.

په پورتنيو دو بيتونو د وزيريستانونو د مسيدو، داوړو، وزيرو... او نورو پښتنو لهجې نه شي خلاصه کېدای خو دومره ده، چې دا وضاحت ممکن دی وشي، چې شورۍ يوازې د منګلو او ځاځيو يا د خوست ځينو سيمو په لهجو پورې نه دي تړلې او نه بايد داسې فکر وشي. 

په پورتنۍ رباعي کې نورولي وايي (روتللم نه) يعنې(راتللم نه) په (زېر/ زور معنی کش او ګير) او (روستلم/ راوستلم) زموږ خبره په دې تورو کې نه ده دا د منګلو، ځاځيو... لهجو ته د پکتين صاحب د څېړنې پر اساس نږدې دي زموږ خبره دلته د تورو په اضافه کېدلو او کمولو ده، اکثر وخت د وزيريستانونو اوسېدونکي (الف)او (ي) اضافه کوي يا کموي لکه (نوروالی) له (واو) وروسته (الف) او (دويلس) له (واو) وروسته (ي) وګورئ، چې اضافه کړي يې دي،دوی په خپله لهجه کې د کمولو ستونزه هم لري په اکثر ځايونو کې (ی) غورځوي لکه (داسې) په (داس) تلفظ کوي، په دې برخه کې استثنا ښايي موجود وي خو موږ ته په لاس راغلي موارد مو له دغو مسايلو سره ډېر مخ کوي، چې يا پکې د تورو اضافه والی کوي او يا هم کموالی، لاندې بيت وګورئ، چې منظرخېل له نورولي سره په شورۍ کې ويلای دی:

اول وې تبليغي ايس ټيپۍ غوړې داس لوفر شوې

د دغې دا مطلب دی، چې شيطون ته سلنډر شوې

د پورتني بيت په لومړۍ مسره کې (واو) په (ی) اړول شوی (اوس/ ايس) او (ټوپۍ/ ټيپۍ) تلفظ دي او (الف) غورځول شوی دی (غواړې) يې په (غوړې) تلفظ کړی دی او همداسې يې يوه (ي) هم غورځولې ده (داسې) يې په (داس) تلفظ کړې، چې د دوی دا کمی او زياتی په لهجه کې موږ نورو ژبنيو مسايلو سره مخ کوي، چې دا ډېر او اوږد کار ته اړتيا لري....

په عمومي ډول د کتاب په ډېرو برخو کې ښايي له داسې ويونو سره مخ شئ لکه: کورونه، چې زموږ په معياري لهجه د کور جمع ده خو دلته په شعر کې بيا د کار جمع راغلې او همداسې نور الفاظ هم شته، چې د مجيد او حکيم جان ترمنځ په کيسۍ کې راځي، مخکې له دې، چې له کيسۍ سره مخ شئ دلته يې ويونه درته رانقلو او اصل بڼه هم ورسره ليکو، چې په اسانۍ له کيسۍ څخه مطلب واخيستلای شئ:

يايي/وايي- اومي/اُمي(بې سواده)- کتوب/ کتاب- وکو/وکړو- وال/ حال- بو/ به- کم/کړم- موته/ماته(د ماتېدلو/ټوټه کېدلو په معنی) – اېمو/زما- لوس/ لاس- وکمه/وکړمه- پوړېږم/پړکېږم- کيتوبونه/ کتابونه- روړي/راوړي-مولويون/ملايان- روکوي/راکوي- عاليمون/عالمان- ځون/ځان.

رته/راته- ورېره/وروره- خق/حق- لوړې/لاړې- ځوب/ځواب- ارنه/رانه – غوړې/غواړې- موتل/معطل(پاتې)– کم/کړم – پيښتنه/پوښتنه- ارسې/راپسې – وکه/ وکړه- پرېت/پروت – خلوصول/خلاصول – کيم/کوم – کسه/ګوره – کسهَ(د هـ په خج تلفظ په لهجه کې معنی کيسه ده)- نينګړې/نيمګړې.

زری/زېری- معروج/ معراج – وته/ ورته – روړو/ راوړ – سات/ساعت(هغه دم) – ووره/واوره(اورېدلو په معنی) – ارنه/رانه – توبيت/تبيت – طوقت/طاقت – ورخطو/ورخطا – لوړ/لاړ – څې/ځې(او څې سره که مخ شوئ د څو په معنی يې هم کاروي) – نوست/ناست – موسلمون/مسلمان – مانا/معنی – روکې/راکړې – روړه/راوړه – پاکيستون/پاکستان – شاعرون/ شاعران – اسون/اسان – تې / ډېر – ګرون/ګران- ارغوړئ/ راغواړئ – موليون/ملايان – بيون/ بيان- روکو/راکړ – ويرون/ويران(تکړه)

سولينه/سوالونه- غويږينه/ غوږونه – فکرينه/ فکرونه – پو کور/ په کار – سبو/ سبا – سوچينه/سوچونه – ظالېمونې/ ظالمانو – تربرينه/توربرونه – خيول/خيال – کمه/کړمه- کو/ کوي – ځوی/ ځای- هغ/ هغه – دينه/ درنه – غوړم/ غواړم – چلينه/ چلونه – سول/ سوال – وکه/ وکړ – خوښينه/ خوښ (خوندونه)- دريابينه/دريابونه – ارنې/راباندې – د پوره/لپاره- ښييلي/ ښودلي.

قيمور/ قيمار- پې /پرې – ويای/وهلی – هغ/ هغه – شون/شان – غويږ/غوږ – قرون/ قران – ګرون/ ګران(سخت)- توَن/تاوان – خپګون/خپګان – کورونه/ کارونه – اسون/اسان – مولوميږي/مالوميږي – ارمون/ ارمان – پېښېمون/پښېمان – لچکي/ لږ – ګريون/ګرېوان....ډېر نور ويونه به هم وي، چې په لهجوي بڼه ليکل شوي او بايد دلته رانقل شي خو زيات يې په لمنليکونو کې د دې په خاطر، چې د لوستونکي ذهن مغشوش نه شي ليکل شوي دي او د ځينو ويونو لپاره معنې په کار وې، چې بايد ليکلې مو وی لکه زياړې(ښکنځل) همداسې نور هم و، چې تر خپله وسه مو هلته پرې نظر ورکړی دی خو د پښتو ژبپوهانو او محصلينو لپاره په دې برخه کې ډېر مالومات که سيمو ته پښې ستړې کړي پيدا کېدلای شي.د لهجو په معرفي کولو کې به تر دې ډېر څه ويل د شورۍ کيسه د روښانتيا په ځای ګونګ حالت ته؛ ځکه بوځي، چې ژبنی بحث زما غوندې سرناخلاصو ته دروند تماميږي او نه غواړو په لوی لاس دغه ادبي بحث په يوه پېچلې موضوع فونيم، مورفيم، فونولوژي، مورفولوژي او ان ژبه او ژبنيو مسايلو واړو موږ به دغه مسايل د همدغه مسلک متخصيصينو ته پرېږدو او په خپل همدغه ادبي صنف کې به د نورو خبرو کولو خواته لاړ شو.


شورۍ او کيسۍ

 

په ليکلو ادبياتو کې د کيسۍ (اړ) په اړه ډېرې خبرې شته او لا هم کېدلای شي پښتو فلکلور ټولونکو که زياتې کيسۍ راټولې کړې يا کمې د هغوی خپل کار دی خو په شوريو کې کيسيو ته ارزښت ورکول شوی او څنګه کيسۍ پکې کيږي دا هم موږ ته خپلې دغې رسالې په يوه برخه کې مهمې وبرېښدې ښايي ډېرې نمونې په دې برخه کې پيدا شي خو موږ يې په کمو رانقلولو بسنه کړې ده؛ ځکه ټولې راټولول به يې په دې ځای کې رانقلول له لېونتوب پرته نور څه نه وي.

مخکې له دې، چې په شوريو کې د کيسيو په اړه لا زياته خبره وکړو ښه ده، چې د کيسۍ په اړه د اديبانو نظر هم له ځانه سره ولرو، چې دا نو څه شی او ډول يې څنګه وي؟؟ ښايي په ډېرو کتابونو کې ډېرې نظريې او مالومات وي خو موږ يې په دې اکتفا کړې، چې (کيسۍ د دوو تنو او يا زياتو کسانو ترمنځه ويل کيږي، کيسۍ ذهني ازموينه ده، چې د انسان ذکاوت، هوښياري او ذهني وړتيا ښيي، د ساعت تېرۍ، سيالۍ او لوبو پر مهال ويل کيږي...)[60] کيسۍ يوازې په پښتو کتابونو کې نه؛ بلکې په عربي، انګليسي... او نورو ادبياتو کې هم موندلای او ليدلای شئ، په دري کې چيستان بلل کيږي په اړه يې فارسي ژبي ليکوال ليکي: ( کيسۍ، چې د يو شي د يادولو (ذکر کولو) پر ځای د هغه اوصاف بيان شي او د ويونکي صفت يې تر کيسۍ ورسوي دا ممکن يو بيت يا يو بشپړ شعر وي)[61]له دې خبرو څخه جوتيږي، چې کيسۍ د ادبياتو يو مهم رکن دی او خبره چې يو بيت يا بشپړ شعر ته راورسېده نو موږ ته لار پرانيزي، چې په شوريو کې د شته کيسۍ يا اړو په اړه خبره وکړو، چې تر کومه بريده دغه چوکاټ په دې فورم کې موجود دی او څنګه جوړښت لري او يا يې ويونکي په کوم ډول پالي؟

په ټولو شوريو کې کيسۍ (اړې) وي کنه يوازې وختونو کې ويل کيږي، چې دغه روښانول ښايي د لوستونکو سره په ځينو مواردو کې مرسته وکړي.

کيسۍ (اړې) د شوريو بڼه نه بدلوي، شورۍ په خپل هغه جوړښت کې، چې واضح مو کړې وړاندې کيږي خو د شاعرانو ترمنځ وخت ناوخت په مقابلو کې د يو بل د ماتولو په موخه په يو ناڅاپي ډول ويل کيږي، يو شمېر ليکوال او په شوريو پوهېدونکي شاعران په دې اند دي، چې په دغو اړو له پخوا څخه د شوريګرو له لوري فکر شوی وي، چې په ځينو مجلسونو کې د ضرورت پر وخت دوی پرې بيا تکيه کوي او مقابل لوري ته ماته پرې ورکوي شاعر او ليکوال دينه ګل شفيقي وايي، چې ټول شوريګر دا کار نه کوي، چې دوی په (اړو/ کيسيو) فکر وکړي ښايي په مجلس کې په في البديهه ډول يوه اړه يعنې کيسۍ پيدا کړي خو ځينې داسې کسان بيا وي، چې که د پياوړو شوريګرو سره مخ کيږي نو بايد يو څه امادګي وار له مخه ولري، چې هسې نه په مجلس کې يې له ماتې سره مخ کړي.

د ده په خبره په اړو(کيسۍ) ډېر شوريګر تکيه نه کوي لغت ته داسې سر پيدا کوي، چې هغه په خپله د دې باعث شي، چې مقابل لوری پرې مات کړي خو يو نيم شوريګر داسې وي، چې بيا له دې خوند اخلي، چې د محفل ګډونوالو ته د خپل مقابل لوري ذهني قوت او ذکاوت ورڅرګند کړي.

له دې خبرو دې پايلې ته رسيږو، چې کيسۍ په شوريو کې هم تر ډېره مهم رول ادا کوي او د شوريګرو د مقابلې او دفاع وسله يې ګڼلای شو او د شفيقي له خبرو داسې بريښي، چې شوريګر وار له مخه د شوريو په جوړښت فکر کوي داسې نه ده، چې دوی په في البديهه ډول هر څه وايي خو دا تر کومه بريده ممکنه ده په ټولو راټولو کړو خامو موادو کې يوازې د همدې سړي په خبرو کې د فکر خبره کيږي، چې ځينې شوريګر د شوريو په سر يا اړو(کيسيو) باندې وار له مخه فکر کوي، دا خبرې، چې تاسو تر کومه بريده منئ خو موږ د شوريګرو په فوق العاده استعداد باور لرو؛ ځکه همدغو اړو ته په مجلس کې بيا ډېر دقيق او کره ځوابونه وايي او د ځوابونو ترڅنګ په هماغه ځای کې نوي داسې موضوعات وړاندې کوي، چې مقابل لوری پرې ننګوي، د مثال په توګه به د حکيم جان فريادي او مجيد ترمنځ يوه کيسۍ(اړ) راوړو:

 

ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

مانا يې چې روکوي ډېر عاليمون بو کي ځون ستړي[62]

مجيد

له دې وروسته د حکيم جان فريادي نوبت دی او بايد ځواب ووايي، چې د مقابل لوري شوريګر/شاعر مطلب له دې کيسۍ څخه څه دی او دا اړ څه معنی لري؟

 

هغه ج دی جبريل هر سړي خو دی ليدلی

په وحي يې پېغمبر نې روړه هر چاته مالوم دی

هغه ج دی جبريل

جبريل د ده يو نوم دی 

د الله ده ملايکه محمد ته ښه مالوم دی

بل يايي کتابو کې

که ملا دی که اُمي دی

هر چاته دا مالوم دی

دا خبره دې صحي دی

د خ نه معنی خدای دی

دا خبره کتابي دی

بل م د محمد دی دا خبره مې صحي دې

روړې يې ده وحې

دې ته ومې کړه خبره 

کتوب خبرې مه کړه 

د لغت به وکو غوره

که دغه رنګ دې وال وي

ټينګوه خپله بندره

په خوله بو دې کم موته ايمو لوس کې دی کمره

بل خوله درسره شته دې

يه کمزورې زوروره

که سپينه درته وکمه زما وروره خبره

عبث دې وکړه غوره

په دا کې نه پوړېږم کيتوبونه مې روړي

چې دغې مالومات کړې مولويون به وي ډېر ستړي

اه ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

مانا يې چې روکوي ډېر عاليمون بو کي ځون ستړي

 

حکيم جان فريادي تر دې ځايه ځواب ورته وايي (ج جبرايل ع دی او خ د خدای معنی لېږدوي، م د محمد لومړنی توری دی، چې جبرايل ع د خدای له لوري وحې راوړې ده او د دې کيسۍ تعبير خو دې دا دی...)په شعري او منظومه ژبه ځواب ورکوي خو مجيد د ده خبره نه مني وايي، چې د شورۍ د پيل شوې سر کيسۍ بله معنی لري او دی په منظوم ډول د ده خبره ردوي ورپسې نظم غځوي  او کيسۍ غواړي په نورو اړو لا پېچلې کړي خو فريادي د ده موضوع هم په یاد ساتي او خپل مطالب هم په ډېر غور وړاندې کوي او د کيسۍ په اړه فکر کوي، چې مناسب ځواب ورته ومومي، مجيد فريادي ته په اشاره وايي:

 

ج چې خ نه روغی شوې په شعر کې ته ارته پک

ډېر وځنډېدې ورېره دغه نه بولمه خق

بې ليارې لوړې ته

لېونی يې که سرټک

د خدای د پوره سم شعر يايه يم د شعر نه ډک 

چې هر ځوب ارنه غوړې 

درکومه يې په هغه تړک

پکې پخه بو موتل نه شم خبرې کم په واک

پيښتنه يې ارسې وکه

پريت يم اه ميرامشاه په ټک

يم هر چا پېژندلی خلوصول کم په يوه ټک

چې کيم ځوب ارنه غوړې

ايمو دارقم دی شړک

د خدای دې پوره کسه، کسهَ دې ټوله ده نينګړې

 ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

 

حکيم جان د شوريو په ويلو کې ځانګړی نوم دی او ډېر شاعران ورته مات بلل کيږي، يو دليل دا هم دی، چې ده ډېرې زده کړې درلودې او په خپل وخت کې د مطالعې او ښه شعر ليکلو په اړه يې نقادانو هم بشپړې مقالې ليکلې او د جرات او استعداد ستاينې يې شوې دي، د نوموړي يو بيت په دې ځای کې ذهن ته راځي بې ځايه نه ده، چې په قاچاقي ډول يې تېر کړو له لغت او شورۍ ورهاخوا يې يادونه وکړو: 

د منطق په نري تار مې مرۍ پرې کړه 

په چاړه حلالول خو د حيوان وي.

دا، چې کيسه بل خوا لاړه نه شي په همدغه کيسۍ کې له ډېرې زړورتيا کار اخلي د مجلس پام په خپل لوري راګرځوي وايي:

 

ج چې خ نه روغی وروره يايم حقيقت

يو زری د معروج يې وته روړو هغه سات

همدا خبره ووره

ارنه بد نه کې توبيت

خپه چې نه شې وروره زه صحي کوم لغت

بندېږم نه په شعر کې 

شعر کې ډېر لرم طوقت

يوه سات کې مالوميږي دا ايمو دې تو قوت

چې ته ورخطو نه شې

بلکې ته لوړ نه شې غلت

همداسې سيخ بوڅې لکه چې يايم حقيقت

بل نوست دي موسلمون

شعر دی هر چاته جوت

هر څومره که اوچت ګرځې خو ته نه يې اوچت

مو ښه يې پېژندلی 

دا يوه يايم مسره نو

که ته يې مانه روکې نو شاعر بو وې کره نو

يو ته خو يې نو پرېږده

که خو يې روړه ټول پاکيستون

شاعرونو ته بعيت يم دا لغت دی ډېر اسون

يوې مسرۍ ځوب

يعنې دومره تی دی ګرون 

کنه بيا پسې اروغوړئ شاعرون و موليون

اخېر کې يوه مسره کم

بيابې ووري مسلمون

دا ټوله کتابونه دې بيا څېرمې که بيون

که دا ځوب دې روکو

نو بېشکه يې ويرون

کني هسې عبث بو ته يې ايمو سره نه کې ستړې

ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

 

فريادي؛ مجيد ته د کيسۍ په اړه تر دې ځايه په شعر کې د ده د مطلب وضاحت ترڅنګ په خپله هم داسې يو څه وړاندې کوي، چې نوموړی د همدې کيسۍ په اخېر کې يوه مسره يا سر وايي، که د پښتونخوا او افغانستان شاعران يې ځواب ورکړي دی يې بعيت کوي او په پيرۍ يې مني خو کنه د ده دا ځوابونه سم دي او بله خبره دا کوي، چې د ستړو جوړلو اسانه دي او دی پوهيږي، چې د کتابونو مسايل په شوريو کې ويل يا اړې اچول مهارت نه دی، مهارت بل څه ګڼي خو مجيد بيا هم د ده له لوري په ورکړل شوي ځواب ځان قانع نه ګڼي پسې وايي:

 

ج چې خ نه روغی حل يې نه کړله سولينه

يوه بله مې کيسه شته واړه ونيسئ غويږينه

که کشر يئ که مشر

هلئ دا کوئ فکرينه 

هر چا پوره پو کور دي نن سبو غټ، غټ سوچينه

وطن شئ ظالېمونې

هر سړی لري توربرينه

يو ښه خيول ته پو کور دی زه خبره کمه سپينه

اې خقې ليارې مل يم

خدای مې دې نه کو بې يقينه

يو ځوی د المونځه دی په هغ ځوی نه شي لمنځينه

ځوب يې دينه غوړم

دا کې شته ډېر ډېر چلينه 

يو سول مې دينه وکه اوس يې وکه ډېر خوښينه 

مجيد شاعر مې نوم دی

پېژني مې ډېر قومينه 

اې ګپې کيسې نه دي شاعرون ستر دريابينه 

څه خيال دې دی په زړه کې 

ارنې خبر کلي قومينه

د خدای د پوره کسه په قران نه دي وي ښييلي

ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

 

مجيد؛ فريادي ته په کيسۍ کې يوه بله کيسۍ هم ور زياتوي او ترې پوښتي، چې داسې يو ځای درته ښيم، چې هلته لمونځ نه کيږي او بله دا خبره هم ورته کوي، چې د سر بيت په اړه ځواب دې تر اوسه نادرست دی او سم دې نه دی ښودلی او د دغه ځواب خو بيخي نه شې ښودلی خو حکيم جان هم ځان ته يو څه وايي له دې وروستۍ کيسۍ يې ورته پيلوي وايي:

 

ج چې خ نه روغی درته وبې کم بيون

قيمور، چې پې ويای شي لمونځ يې نه شي په هغ شون

غويږ ونيسه مجيده!

بل چې چا کړی وي قرون

که قورن يې خپله کړی وي نو دغه کور دی ګرون

هغه نې لمونځ نه کيږي

داسې يايي مسلمون

عبث قسم دې وکو دغ کې دی بو ډېر تون

يوه خبره زه کم

چې بيا ونه کې خپګون

مو ووې درته اړو کې کورونه دي اسون

اخېر بو مولومېږې

بيا بو يې ته وکې ارمون

اې ځون سره سوچ وکه لږ دې وښوروه ځون

چې بيا نه شې خپه نو

اونه وې پېښېمون

بل وګوره سرټيټ کړه لچکي ګوره دې ګريون

زه توته يايم وروره

شته دې اړو مو سره خوړې

ج چې خ نه روغی م ته يې چيشی وي روړي

 

فريادي د دويمې کيسۍ ځواب داسې ورکوي، په کوم ځای، چې قيمار وهل کيږي يا چا په ناحقه قران کړی وي په هغه ځای لمونځ نه کيږي او د سر په اړه هم ځواب پسې ځي خو ورته وايي، چې ته يې نه منې بيا خو نو ته تاوان کوې زما سره د اړو يا کيسۍ خوړونه دي که مې واخيستې ښايي په ځواب يې ونه توانېږې او مجيد په محفل کې چلينجوي خو مجيد يې نه مني او خښ حکيم جان فريادي يو نوی سر را اخلي وايي:

 

مو سره دومره شعر دی، چې سينه کې مې ځاييږي نه

داسې شعر دې ويايي، چې شنډې پرې لګيږي نه

غويږ ونيسئ خلکو ټرتو پرتو نې څه کيږي نه

داسې شعر دې ويايي، چې شنډې پرې لګيږي نه

فريادي په پاسنۍ کيسۍ او اړې خلاصولو کې دا اشاره کړې وه، چې دی به داسې مسره/سر وايي، که د پښتونخوا او افغانستان ټول شاعران راټول کړي د دې ځواب به ونه وايي نو دا سر يې ورته را واخيسته او د محفل ګډونوالو ته په اشارې وايي، چې که شاعر وي داسې شعر دې ووايي، چې شونډې يې په تورو باندې سره ونه نښلي او که چېرې دغه کار کوم شاعر وکړ دی به يې بعيت وکړي او په پيرۍ به يې ومني.

موږ په لهجو، اصطلاحاتو او د شورۍ ژبه کې تر ډېره بريده ويونه روښانه کړل خو مجبور يو، چې پورته ذکر شوې کيسۍ ويونه هم درته د لا وضاحت په موخه د لهجو په برخه کې منظم او وړاندې کړو.( که د کوم لوستونکي په پاسنۍ کيسۍ د ويونو په اساس سر نه وي خلاص شوی نو د لهجو او اصطلاحاتو برخې ته دې مراجعه وکړي، دا او نور ويونه به په منظم ډول ولولي او وبه پوهيږي، چې د دې کيسۍ مطلب څه دی او شوريګرو څنګه د يو بل موضوع ارايه کړې او که له لهجې د دوی کيسۍ ووځي بيا به دومره اسانه ونه ويل شي/ ل)

مجيد د فريادي له لوري په محفل کې د دې سر په تعقيب نورې مسرۍ وايي:

وه پنډه عالمه شعر يلی شم هرقم

فکر وکئ هر شي ارسره دی ګوښی غم

دا کې مې ګزران دی په خدای نه شمه ناکام

شپه ورځ سې ښورېږم نه مې خوب شته نه ايرام

پوی بدې کم په هره کيسه لچکي شه ارته تم

فکر وکه خور شې اوس بدې کمه زړکدم

ډېرې کيسې دې وکړې تو ګولۍ ځوی ته رسيږي نه[63]

داسې شعر دې ويايي، چې شنډې پرې لګيږي نه 

مجيد وايي، دی کولای شي هر ډول شعر ووايي او د هر مضمون لپاره ځانګړې اندېښنه کوي او د وړاندې کولو لپاره يې حوصله لري او د ناکامېدو فکر نه لري؛ ځکه دی شپه ورځ په شورۍ پسې نه خوب لري او نه ارام او له مقابل لوري څخه غواړي، چې لږ تم شي، چې دی زړکدن پورې رسوي او کنه او ډېر عجيب انداز کې ورته وايي، چې دومره ډېر ډزونه کوې خو يوه مرمۍ دې هم په ځای نه لګيږي، چې دغه کار دې د حيرانۍ وړ دی خو فريادي نه تېريږي ورپسې وايي:

دی که روباعي کوي زه هُما رقم غزل کمه 

سمدستي بو يې پړ کم ورته جوړ چې داسې چل کمه

خير دی که غزل کوي بيا زه يې رباعي کمه 

پټه کيسه نه دی دا مجلس کې سمدستي کمه 

شنډې که هغ شعر نې چېته اېمو نه لګېدلې 

وبو کسئ عالمه چې چټي کيسې مې کړلې

که نه پو لګېدې ومې ويل دا رقم شعرونه 

نو بيا دې دا مجيد شاعر ارته ونيسي غويږونه

بې تعليمه شعر نشته! شاعر چېرته جوړيږي نه[64]

داسې شعر دې ويايي، چې شنډې پرې لګيږي نه

 

حکيم جان فريادي محفل د ځان په لور متوجه کوي او پرلپسې خپل مقابل ولاړ شاعر/شوريګر ننګوي وايي دی که غزل وايي غزل سم دی که وايي رباعي وايو هغه هم منم، دی چې رباعي وايم زه يې هم ورته وايم خو هغه هم داسې، چې په تورو يې شونډې په يوه بله سريښ نه شي يا ونه نښلي او دا داسې هم نه ده دا په همدغه مجلس کې سمدلاسه کوم پخوا مې په دې کوم فکر نه دی کړی او که چېرته مې دا کار ونه شو کړای دا نو بيا دا معنی ده، -چې ما هسې چټي او ګډې وډې خبرې کړې وې زما توان نه و او که مې دا کار وکړ نو بيا دې مجيد له شعر او شاعرۍ توبه ګار شي خو دا کيسه دلته نه تماميږي مجيد وايي:

داسې شعر دې ويايي، چټي په مو روغلی دی

وه! ګرځي بې پامه دغه دومره ارته شاغلی دی 

وه پيښتنه وکه چې دا منډ يې پېژندلی دی 

نن وريځې کيسه نه دو په هر ځي کې ختلی دی

ته فکر پې وکه په زړګي باندې سېزلی دی 

پټ سړی خو نه دی دولته ټولو پېژندلی دی

ته اصلي ساده شوې بل سړی څنګه اردريږي نه[65]

داسې شعر دې ويايي، چې شنډې پرې لګيږي نه

مجيد په اشاره ورته وايي، چې ماته خو تر دمه کوم شاعر نه دی را ولاړ نو ته بيا څوک يې، چې را ودرېدې او دا دې سادتوب وکړ، چې داسې کار دې وکړ خو فريادي يې نه پريږدي وروستۍ مسرۍ داسې ورته پيلوي:

وه يايه مجيده مسرۍ نوره ختمومې

داسې شعر به يايې کوم چې زه يې ديته ښه يمې

کړې يې روباعي او که غزل مو په خبر که

ځون سره دې سوچ وکه ښه ځون دې بروبر که 

دا دې که ونه وې نو لغت نه کوم تو سره 

بيا خو بايد دا دي په ميدون مه غږېږه مو سره

دا کور چې ونه کې په اسونه څوک پوړيږي نه[66]

داسې شعر دې ويايي، چې شنډې پرې لګيږي نه

مجيد حيرانيږي او د فريادي ځواب ته( نه د نه او نه هم  هو) ځواب ورکوي خو په خپلو راتلونکو مسرو کې د نوې پړاو د پيل لپاره يو څه وايي:

داسې شعر دې ويايي دا يوه خبره زه کمه 

ځون پرې پوی که ورېره داسې ډېرې کيسې نه کمه 

يوه کيسه کومه چې وی نه بوسې د زړه نه 

ای راګ بو دينه وکمه په دې سوز کې پيښتنه 

راګ کې اسره غږېږه که شاعر وې شې به مالوم

کسه اېمو تو دوره اوس بېرته دو ناکوم

شعر درنه غوړم په اسا او بل په بيم

کسه زور د خدای د پوره دلته شي ماليم....[67]

د مجيد يو خوا بل خوا تګ په شورۍ کې د حکيم جان زړه تنګوي اول يې په کيسۍ کې ټول ځوابونه ور وموندل هغه مقابل لوري ونه منل او بيا يې بله کيسۍ ورته واچوله هغه يې هم ورته وښودله، بيا يې د يوې بلې خبره وکړه، چې فريادي يې د ځواب ترڅنګ د داسې شعر ويلو، چې په مسريو شنډې په يوه او بله ونه نښلي ويلو بلنه وکړه خو هغه لا بشپړه نه شوه، چې مجيد لاره بېله کړه او د يوه نوي پړاو د پيل کېدو غوښتنه يې وکړه، چې مقابل لوری شاعر دې په اسا او په بيم شعر ووايي د موسيقۍ په راګونو به په شعري ژبه سره وغږيږي، چې زور يې مالوم شي نو حکيم جان هم په اخېر کې داسې سر را اخلي:

څوک کولای نه شي ماسره لغت

خبردار شئ دوی ته وايم حقيقت

دا يار پړ دی که زما خبره اورې

برابر کله سپين زر دي تورې خاورې

په محفل کې مجيد پړ ګڼي ؛ ځکه ده په خپلو مسرو کې ورته ويلي و، چې که د ده ځواب ورنه کړي نو له ده سره لغت نه کوي او د ځان لپاره يې عار ګڼي له شعري ژبې يې مالوميږي، چې ده ټول ځوابونه سم ورکړي دي، کيسۍ يې ورته بشپړې کړې، بيا يې په خپله د يو شعر د ويلو بلنه ورکړه، چې ده ونه شوای کولای او د يوې نوې لوبې پيل ته يې کوشش وکړ، چې پرې ېې نه ښود او په اخېر کې يې پورتني دوه بيتونه وويل او په مقابل لوري يې پړه ور واړوله.

کيسۍ به نورې هم وي خو په پورتنۍ کيسۍ کې ډېرې خبرې موندلای شئ، چې په شوريو کې څومره جالب بيتونه ويل کيږي او په خپله د سر بيت څومره جالب او هنري جوړښت لري داسې نه ده لکه د نورو کيسيو، چې وايي سور دی سوندوخک دی د سرو غميو ډک دی(انار) د بديع په کتابونو کې داسې لسګونه مثالونه شته، چې له يو بل څخه په نقل شوې بڼه را اخيستل شوي خو داسې کيسۍ د شوريو ويونکو په ژبه وي نه په کتابونو کې، ښايي نورې زياتې هم وموندل شي خو په دې برخه کې لا زيات کار او زيار ته اړتيا ليدل کيږي.

د شميسا په خبره کيسۍ ممکن يو بيت يا بشپړ شعر وي، دلته که په پيل کې لومړی بيت کيسۍ او نور يې ځواب دی، چې بشپړ شعر ترې جوړ شوی که وپلټل شي ښايي داسې کيسۍ هم وموندل شي، چې بشپړ شعر وي لکه شميسا يې، چې په خپل کتاب کې د يو فارسي شاعر په شعر کې بېلګه راوړي او که چېرته دا پلټنه وشي نو ښايي موږ به هم د راتلونکو نسلونو د ادبي ذوقونو خړوبولو او په ياده برخه کې د پام وړ او غوره مطالب ولرو.


دا يو دې وکاږي واسکټ د واسکټ مټ يې نه دی

دا بل دې پريږدي شاعري د لغت څټ يې نه دی

منظرخېل

 

د شوريو طنز که ټوکې؟

 

طنز د ادبياتو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په اساس يې په ټولنه کې ډېرې هغه خبرې، چې په مخامخ ډول نه شي کېدلای په طنز ممکنوي.

طنز د رموزو ژبه ګڼل کیږي خو طنزونه په چا پورې له خندا څخه بېل يو سبک لري، د طنز او په چا پورې د خندا په اړه کيسه راياده شوه، يوه ورځ په ننګرهار کې د استاد لعل پاچا ازمون په وياړ جوړ شوي سيمينار کې د ازمون صاحب د کتابونو د طنزيه ژبې په اړه يو چا ليکنه کړې وه، چې ډېرې خبرې درستې نه وي، د سيمينار په دمه کې ما له ملګرو سره په دې اړه خبرې کولې،کره کتونکي، ليکوال او شاعر احسان الله درمل يوه خبر وکړه، چې راته په زړه پورې وه، ده وويل: که چېرته ازمون صاحب ليکلي وی، چې د افريقايانو سپين، سپين لينګي دا به طنز وی خو چې په کتاب کې يې ليکلي دي د افريقايانو تور، تور لينګي دا نو ټولو خلکو ته معلومه ده، چې د افريقايانو لينګي تور دي دا طنز نه دی، دې ته پسخند(خندا) ويلای شو، چې دې کار ته بايد د طنز نوم ورنه کړل شي او د دې برخې اصلاح پکار ده.

له دې معلوميږي، چې طنز ډېر لوی کردار ادا کوي او بايد ځينې داسې خبرې د طنز په جامه کې نغښتې ونه ګڼو، چې هغه په چا پورې له خندا څخه اقتباس کيږي.

پارسي ادبياتو کې د طنز په اړه راځي، چې په لغت کې د افسوس کولو، مسخرې، ټوکې، تانې ورکولو په معنی دی خو د ادبياتو په اصطلاح د نظم او نثر يوه خاصه برخه ده، چې په خندانه لهجه اصل موضوع په نوې بڼه مطرح کوي.

طنز که څه هم له خندا ډک وي خو دغه خندا د فکر باعث کيږي او تر دې پورته په جامعه کې د ډېرو ژورو اصلاحاتو لامل کيږي.

يوازې د پارسي ادبيات نه دي، چې طنز د رموزو ژبه ګڼي د پښتو ژبې قاموسونه هم طنز ته ليکي، چې: (طنز/ کنايه، رمز، پېشاړه، رشخند، تمسخر، رټنه)[68] او دغه الفاظ خو د طنز معنی ده خو د طنز تشرېح لپاره ځانګړي کتابونه ليکل شوي دي،چې په دې اړه خبره کوي څه شی طنز دي او څه شی نه دي؟

په پښتو ژبه کې سره له دې، چې ياد ادبي ډول ته (ټک) او په ځينو قبيلو کې ناخوال نومونه او يا سکونډنې لفظونه هم کارېدلي دي خو په ادبياتو او ادبي حلقو کې يې د (طنز) نوم ډېر زيات عموميت پيدا کړی او په همدې نوم ياديږي[69]

زموږ بحث په شورۍ کې د طنز په اړه دی ايا په شورۍ کې طنز شته کنه؟

که پورته بحثونو ته ښه متوجې شئ نو دا فيصله کولای شئ، چې د شوريو بنياد، کنايې او رمزونه دي خو طنز نه دی؛ ځکه په طنز کې هغه خبرې کيږي، چې مخامخ يې کېدل ګران وي خو شورۍ خو په مخامخ ډول ويل کيږي نو دلته پټه خبره څه ده، هو په شورۍ کې ټوکې کيږي که ټوکو ته طنز وايئ هغه ستاسو کار دی، موږ خو ټوکو ته ټوکې وايو او د ټوکو په اړه کتابونه ليکي: ( په ټوکو کې د ولس ذوق، د پوهې کچه، ذهنيت او فکر څرګنديږي، ټوکې في البديهه هم ويل کيږي، په داسې ترتيب، چې دوه ټوکيان ټوکې کوي په ترڅ کې يې يو پسې را اخلي او بلاخېره هغه پړ کوي.

په ټوکو کې خندوونکي تشبيهات راځي، لکه: داسې بېرتونه لکه په ناوه چې پرتوګ پروت وي، داسې غاښونه لکه د انګړ موږي، داسې غاښونه لکه زنګ وهلی نمبرپلېټ، داسې خوله لکه په حلوا کې، چې ګوته راکاږې...)[70]

اکثر پښتانه ټوکې د ژوند مالګه ګڼي په هر کلي کې ټوکيان شته او په هر محفل کې د دوی ناسته د لويو وړو، کشرانو او مشرانو په ذوق برابره وي او ځانګړی طرزبيان لري، چې که په محفل کې ورسره يې خوند ترې اخلې خو که هماغه ټوکه بيا ته په خپله کوې هېڅ خوند به نه کوي.

ازمون صاحب ټوکې په دريو برخو ويشي، طبعي/ ولسي، پردۍ، مصنوعي ټوکې، چې زموږ له دې اولې برخې سره لږ کار دی، چې ولسي ګڼل کيږي.

ولسي ټوکې دوی هغه ټوکې بللې دي، چې ټوکيان يې مالوم وي او د ولس په ژبه او ذوق برابر يوه ټوکه/ مسخره کوي، همدا بڼه ټوکې او مسخرې په شاريو کې ښې ډېرې موجودې دي که طنز ورته وايئ که ټوکې خپل کار مو دی خو موږ يې ډېرې بېلګې لرو، چې په مناسبو ځايونو کې به ورسره مخ شئ يوه خبره لازمه ده، چې ووايو ټول شوريګر ښه ټوکيان هم دي او په شوريو کې ډېر وخت نخوال (ټوکې) موجودې وي.

حاجي مت خان سخي مت خان ته د شوريو په يوه برخه کې داسې يوه مسره وايي، چې: (پېزه يې اوږده ده کوړته پښو ته رسېدلې دې) که همدا په معياري ليکبڼه وليکو داسې به يې تلفظ کړئ (پزه يې اوږده ښکته پښو ته رسېدلې ده)، چې همدې ټوکې ته د محفل ګډونوال خاندي، نه يوازې دغه مثال ډېرې نورې بېلګې هم دلته په دې خاطر وړاندې کو، چې د شوريو ټوکې په شاريو کې د کيسيو او نورو چوکاټونو غوندې مهمې دي په دې رساله کې ذکر شوي د خوږمن صاحب مثالونه، چې د شوريګرو ترمنځ تبادله شوي د ټوکو غټې بېلګې دي، چې د لوستلو په جريان کې به ورسره مخ شوي ياست يا به مخ شئ، يوازې دا هم نه ده، چې دوی په خپلو منځونو کې په يو بل ټوکې کوي په دوی پسې يې هم خلک کوي، محمد طاهر ځاځی په همدې شوريګرو او شوريو پسې ډېرې زياتې ټوکې لري، ده راته ويل زنګي او محمدالدين دوی يې د پکتیا سېدکرم ته د شوريو لپاره بيولي و، هلته چې تللي و، چا څخه يې پوښتنه کړې وه، چې د دې کلي مشر څه نوميږي نو هغه کوچيان و په دوی يې ټوکه جوړه کړې وه د دې کلي د ېوې په عمر پخې او مشهورې ښځې نوم يې ورته اخيستی و، دوی فکر کړی و، چې دا رښتيا مشر دی نو د شوريو په اخېر کې يې هغه نوم ياد کړی و نو په دوی د چپلکو وارونه شروع شوي و، چې تاسو زموږ ښځې په شعرونو کې يادوئ.

محمد طاهر ځاځی وايي شوريګر تر نورو عادي ټوکيانو ډېر ټوکيان او حاضر ځوابه دي په دې برخه کې ځانګړې لهجه لري هغه که په عادي خبرو کې وي يا هم په شعري چوکاټ کې زه به د ځينو شوريګرو د شاريو نمونې را واخلم، د سالم ګل، عزت، دلاور او نعمت ترمنځ د شوريو د يوې مقابلې په برخه کې په يو بل داسې ټوکې راغلې دي:

ملګری يې تو دی، دا دلاور دی 

عزت مې وليد موسکه ټوکر دی 

سالم ګل دا بيت وايي، عزت په هډوکو غوښه نه لري ډنګر ښکاري نو داسې بيت يې ورته وويلو، چې د محفل ګډونوال پسې خاندې او په شعر کې يې دلاور مخاطب کړ، چې د عزت شوريګر ملګری دی او همداسې يو څو نورې مسرې هم پسې وايي:

وه ملګری يې تو دی ، ای تو دی ملګری 

نعمت شاعر دې ډېر مو نه ښکنلی 

اېمو په څنګ کې دا درېدلی

دا رنګ يې وکسئ ښه يې غوو وخور دی

د محفل ګډونوال خندوي او دغه ټوکې همداسې په يو بل دوام پيدا کوي او په شعري چوکاټ کې عزت رادانګي داسې نورې مسرې پسې تړي:

وه ملګری مې دی ښه صحي کلک

چومه زه رښتيا داسې پاټک 

که تو ته دېر کم ښه صحي شړک

اې داسې شاعرونو نه خو زه کوم يو غوړپ

نو په دا کې يايم سم حقيقت

دا يوه منګړيته بل يو ټيپر دی 

په عزت پسې خښ نعمت نوبت نيسي او په مسريو پسې د خپلو څو بنده مسرو تړلو کوشش کوي:

دا يې تو ملګری شو اېتو ملګری

عزته نن مې ښکلی يې ليدلی

ځوب ته کسه دا دلته غلی 

دا يو وخور دی دا بل د غوو چوکر دی...

په يو بل ټوکې يې داسې روانې او محفل په عامه اصطلاح ګرم ساتي خو موږ ته په دې ځای کې پکار دي، چې ځينې ويونه هم په دې پورته ټوکو کې له لهجوي ليکبڼې معياري هغې ته واړو (موسکه/ما ويل معنی لري او د لوګر خلک يې ماشکه تلفظ کوي، ټوکر/د رخت ټوټه، ښکنلی/ښکنځلی، غوو/غواوو، وخور/اخور، چومه/اچومه، منګړيته/ټيپر، وخور/اخور، چوکر/د ځناور خوراک)معنی کو او له دې معنی څخه د پاسنيو شعري ټوکو څخه زيات خوند اخيستلای شئ.

په ۲۰۰۴ م کال خوست ولايت کې د حاجي مت خان، زنګي خان، محمدالدين او سخي مت خان ترمنځ په زړه پورې يو محفل شوی دی[71] په دې محفل کې يې ډېرې عجيبې غريبې ټوکې په يو بل کړې دي، د رباعي په پيل کې سخي، زنګي او محمدالدين بيتونه را اخلي خو زنګي او محمدالدين په ځينو بيتونو کې په يو بل داسې ټوکې کوي، زنګي خان له ونې ټيټ ډبلی دی، ده ته په اشاره محمدالدين وايي:

پتکي ته خو يې وېرته قوره وه 

نور انسان دی دا بيون کوم جوت

زنګي خان ورته خاندې، چې له ده يې د اوبو پتکی جوړ کړ محمدالدين ته په اشاره سخي مت خان باندې غږ کوي وايي:

خر خو نه دی و شاعر سخي مت خونه 

نور انسان دی خو د خره کوي عادت

د محفل ټول ګډونوال خاندي او په همدغه خندني محفل کې زنګي خان يو سر اخلي او محمدالدين ته په اشارې وايي:

دا لونګۍ چې غوړې پښې بو شلې کې

داسې اشورې بو شوته بلې کې

معياري ليکبڼه

(دا لونګۍ، چې غواړې پښې به شلې کړې

داسې اشارې به شاته بلې کړې....)

دا شورۍ پسې غځيږي يو بل ته ځوابونه ورکوي خو په دې منځ کې محمدالدين سخي ته په اشارې يو بل سر اچوي او سخي ته په ټوکو کې سېرلی وايي؛ ځکه خو په محفل کې خندا زياتيږي، چې سخي ډېر نری کری دی:

رقم، رقم دنيا روغ لېوني په جنګ چوي

حيران د خدای په کړو موږ سره سېرلي په جنګ چوي

محمدالدين وايي، زه د خدای دې کړو ته حيران يم، چې له موږ سره يې سېرلي په جنګ اچولي دي...دا شورۍ اوږده شوې هر چا خپلې مسرۍ وويلې خو په همدغه مجلس کې حاجي مت خان يو بل سر زنګي خان ته په اشاره کوي، د زنګي خان وېښته ډېر اوږده دي څڼې يې پرې اېښې، دوامداره يې په پکول کې پټې او غوړې پړې ساتي:

دا لونګۍ بو اېمو وي جي مت خون شاعر بری کيږي

ټوله چې پو کالې کې ده څڼو نه لېمڅی کيږي

(موږ پورته يادونه کړې، چې په ځاځيواله لهجه کې لنډون او زياتون کيږي، حاجي مت خان دلته خپل نوم لنډ کړی دی(جي مت خان) وايي/ کالې/خرېيلې-ويښته ايسته کړي) حاجي مت خان وايي، چې که د ده څڼې وخرېيل شي نو لېمڅی ترې جوړيږي، محفل ډېر شور او ځوږ نيسي په همدغه شور او ځوږ کې زنګي خان څو وړې مسرۍ او ورپسې له سر سره مودب طنزي ځواب تړي:

ګوره يې دا څڼې نه کلېږي

که په ميدون کې بيا تليږي

چې دا لېمڅی تينه جوړيږي

وروره که خلک ته خوشاليږي

دا يې بيا تو پوره لګيږي

پوسه بو پو کينې هر ويښته نه يې ازغی کيږي....

د ډاله او موسيقۍ په غږ کې د محفل شور او ځوږ هم لوړيږي، سخي مت خان هم ډېرې اوږدې مسرۍ وايي خو محمدالدين او حاجي مت خان ته په وروستيو کې په اشارې وايي، چې حاجي د محمدالدين زوی او دغه يې مور ده:

دا خو يې ده مور ده داسې مور نه لېونی کيږي....

مجلس خندنی کيږي او د دوی په يو بل ټوکو ته خاندې خو محمدالدين د ده ځواب نه پريږدي له ډېرو مسرو ويلو څخه وروسته داسې يوه مسره د سر بيت پسې تړي:

دغ ځي کې يوه پشه دې اېتو پوشونته يې پېشکوټی کيږي....

ټول خلک خاندي او حاجي مت خان هم خپل نوبت اخلي زنګي خان ټارګېټ کوي او مسرۍ پسې وايي خو په اخېر کې يې د سر بيت سره په تړاو وايي:

ويې بوسئ څرمنه داسې خېټې نه کوری کيږي....

زنګي خان ته په اشاره، چې غټ ډبلی او قدټيټی هم دی داسې مسرۍ وايي دوی دا شوخي او ټوکې داسې محفل کې کړې دي، چې مينوال يې ټول ستايي او د ټولو لپاره په يو شان احترام قايل دي او ټول تشويقوي.

د همدغه مجلس يو بل سر هم، چې سخي مت خان يې حاجي ته په اشارې وايي د مجلس او محفل ګډونوال په غورځيو او چکچکو راولي:

هر چا دی پېژندلی نه چورک دی نه دا من دی

ادنا لونګۍ توسن دی

(چورک/چارک – توسن/غل) دی....

يوازې دا يو محفل نه دی، چې دومره ډېرې ټوکې پکې کيږي په ډېرو محفلونو کې داسې پېښ شوي دي، چې د شورۍ له پيله ترپايه په ټوکو واوړي او د محفل ګډونوال د دوی له دغو شعري ټوکو څخه خوند اخلي، د دوی دا ټوکې ادبي خوند او رنګ لري خو زيات وخت بې چوکاټه کيږي هم داسې اصطلاحوې پکې وکاروي، چې د ټوکو له چوکاټه د ښکنځلو او سپکو چوکاټ ته ووځي، د وزيريستانونو د يو بل شوريګر رضانور په يوه محفل کې يو څو ځوانان او د دوی شوريګر ملګري داسې مجلس هم لري، د شورۍ سرونو ته يې پام وکړئ، چې په يو بل څومره نخوال کوي:

نه دې برېت شته نه دې ژيره وچ ککړ ويلوړ يې

و نيکمدخانه ورېره ته خو هس بمبړ ويلوړ يې[72]

له دې مخکې په شاعر باندې، چې ږيره لري يو کس سر اچوي وايي، چې صوفي ټولې روپۍ پټې کړلې او لږ پسې لګيږي نو هغه په ده نخوال کوي او د مجلس پام ځان خواته را اړوي او له څو مناسبو مسريو وروسته همدې پسې يوه داسې مسره تړي:

ټول خلک صوفيان دي وروره ته پکې لغړ ولاړ يې

په مجلس کې نورې زياتې مسرې کيږي خو مقابل لوري کې ولاړ شوريګر يې بل سر را اخلي:

چې خلک يې ويني مخ څټ دوه سره پې تېر کئ

په خره بوندې يې سپېر کئ[73]

دا سر روان کړي خو نورو شوريګرو ته ښه نه ښکاري توهين يې ګڼي د صوفي او نيک محمد خان ترمنځ په يو بل وارونه ډېر شوي درېيم شوريګر دا سر پريږدي نوی سر پيلوي او د دواړو قوارو ته که وګورې او په مجلس کې حضور ولرئ تاسو به هم د نورو په څېر له خندا اوړئ را اوړئ:

دا وې يې وشېو چې وچ ککړ دی لژ نری دی

دا دولې ته چې وکسمه د کيم کمری پېری دی[74]

د ټوکو په برخه کې د نيک ماجان (نيک محمد جان) او خيرمحمد منظرخېل شورۍ هم په دې ځای کې د خپلو لوستونکو لپاره رانقلو[75] منظرخېل، نيک ماجان ته په اشارې يو سر وايي: 

ميدون نه شي ګټلی ويې نه منئ خبرې 

عادت يې دی د غورې

دوی په وزيري لهجه شورۍ کوي، که چېرې څوک له دې لهجې سره بلد وي شورۍ څخه يې ډېر کيف اخيستلای شي او په يو بل ډېرې خوندورې ټوکې ټکالې کوي، چې ځينې به يې موږ دلته کټ، مټ په لهجوي بڼه را واخلو، اسدګل، چې يو بل شاعر دی په همدې مجلس او روانه موسيقي کې سيدالله مخاطب کوي او د ځينو مسرو په منځ کې داسې ورته وايي:

شاعره سيدالله

توته زه څه نه شم دېر ويلی

چې ډېر مې يې ملګری 

تو شه يم پېژندلی

په هر ځي کې جنګيدلی

یم هر طرف ته تللی 

داسې خوله لکه ممپلی...

دی منظرخېل هم په همدې کتار ورداخلوي، چې تاسې يو بل هم درسره راولئ تاسې چندان شاعران/شوريګر نه يئ نو بل کار به درته وښيم هغه پيل کړئ:

والله که شاعرون وئ هوټل جوړ کئ د برګرې....

نيک ماجان په همدې سر کې ډېرې مسرۍ وايي او سيدالله په سيدلک مخاطب کوي وايي:

دغه بو خپه وي که اوس پېزې کم په سترې....

منظرخېل، نيک ماجان او اسدګل ته، چې ده ته يې ويلي و، چې هوټل جوړ کړه په شعري چوکاټ کې له منظم ځواب ورکولو او مسريو جوړولو وروسته داسې يو بيت په سر پسې نښلوي:

لغت دې تو شی نه دی د پاپړې سودوګرې....

په محفل کې شور ځوږ د موسيقۍ او دوی غږونه ورکوي خو دوی بيا هم په يو بل ټوکې(ناخول) کوي او په خندانه خوله يې محفل ګرم کړی دی....

د وروستۍ ټوکې په توګه به د منظرخېل او نيک ماجان يوه بله شورۍ هم را نقل کړو، چې په محفل کې يې ډېر شور او ځوږ جوړ کړی دی، وزير ټوکو ته ناخوال وايي او دوی په يو بل باندې داسې ناخوال کوي، چې ادبي رنګ او خوند يې ډېر زيات دی[76] نيک ماجان يوه پښه باندې معلول دی منظرخېل ناخوال پسې کوي داسې يو سر پسې را اخلي، چې نيک ماجان هم ورته خاندي:

وريا ورنه شيريژه دا په زېر ځونته بدي غوړي

نيم سړی، چې مړ کې  بيا بو يې پېر د ريغ سړي غوړي

پورتنی بيت که د لوستونکو په خاطر په معياري ليکبڼه وليکو لا به خوندور شي:

(لرې ورنه ګرځه دا په زور ځانته بدي غواړي

نيم سړی، چې مړ کړې بيا به پور د روغ سړي غواړي....)

په دې پورته شورۍ کې په يو بل ډېرې زياتې ټوکې ټکالې کوي او په همدغه محفل کې نيک ماجان تر تاثير لاندې نه راځي او منظرخېل، چې له قد څخه ټيټ دی په يو بل سر کې داسې رانيسي:

شاعره خيرمحمده زه منم زده دې لغت دی 

صفا لکه دا نيم څيټاکی دامره دې صیرت دی[77]

خچه ګوته ورته په محفل کې نيسي او د مجلس ټول ګډونوال د ځان په لوري په دې ناخوال د ځان لور ته را اړوي.

يو بل کس د مرسلين په نوم هم په همدې محفل کې غواړي له شوريګرو سره په شورۍ کې برخه واخلي منظرخېل څنګ ته سيدالله دريږي او د نيک ماجان څنګ ته مرسلين ، چې په مخکني سر کې د ويل شوي شعر په نيمايي کې بنديږي او کيني خو مقابل لوری يې په زور جګوي ورته وايي ميدان به نه پريږدي او شعر ته به دريږي، د منظرخېل په څنګ کې ولاړ شوريګر سيدالله وزير، نيک ماجان او مرسلين ته اشاره کوي، نيک ماجان واسکټ اغوستی او هغه بل په وزن دروند دی نو په اشارو او ټوکو داسې بيت ورته وايي:

دا يو دې وکوژي واسکټ د واسکټ مټ يې نه دی 

دا بل دې پريژدي شاعري د لغت څټ يې نه دی....

په معياري ليکبڼه به پورته سر داسې ليکو:

(دا يو دې وکاږي واسکټ د واسکټ مټ يې نه دی

دا بل دې پريږدي شاعري د لغت څټ يې نه دی).... ښايي دغه بيتونه، ټوکې، ناخوال... په ليکلې بڼه هغومره خوند او رنګ ونه لري، لکه څومره يې، چې په محفل کې لري؛ ځکه په محفل کې اشارې او قوارې ليدل په خپله خوند زېږونکي وي او د موسيقۍ په شور کې د دوی لهجه هم انسان اغېزمنوي او که پورته مثالونو ته په کتو د ليکلو ادبياتو لوري ته مخه کړو نو دغو ټکو ته (مطايبه د شوخۍ، مزاح او خوش طبعۍ په معنی راغلې ده، په انګليسي ژبه کې د مطايبې معادل Humour دی، چې د لاتين له Humor ريښې څخه اخيستل شوې ده.

شوخي، مطايبه او فکاه، خندونکی مطلب دی، چې د زړه د خوشالۍ، تفريح او خوش طبعۍ لپاره ليکل شوی او يا ويل شوی دی، په فکاهه کې، چې ظريفه نکته ليدل کيږي، غالباً ذهني نه وي او زيات تناقضات لري، اخيستونکی تناقض په درک کولو غافلګيره کيږي او په نتيجه کې خندا راولاړيږي)[78] همدغه ناڅاپي والی د خندا او هيجان باعث کيږي.

د طنز، ټوکو، نخوال او پسخند په اړه مو وويل او هغه سرونه او د شورۍ برخې مو هم رانقل کړې، چې د ټوکو په چوکاټ کې شوريګرو په يو بل کړې وې که چېرې دغه برخه په بشپړ ډول وپلټل شي، داسې ټوکې او ناخوال به پکې وموندل شي، چې د پښتو ادب غني کېدو په برخه کې به ډېره ونډه واخلي او تر دمه به دومره سوچه ټوکې ټکالې په کتابي بڼه نه وي راټولې شوې.

په طنز کې ټوکه يوازينی قالب دی، چې په شوريو کې ډېر کارول شوی او کارول کيږي، د طنز پېژندونکو په اند (طنزليکنې لپاره يو لنډ قالب د ټوکې دی، دغه ادبي ډول ته په نورو ژبو کې (جوک) يا (انکدوت) وايي، په ادبي اصطلاح کې ټوکه هغه لنډ او خوښۍ بخښونکی روايت دی، چې په يوې واقعي، تصادفي او تخيلي پېښې پورې تړاو لري، دغه لنډ داستان ډوله، چې پای يې په غافلګيرۍ، غير منتظره او يا مبالغې پای ته رسيږي، موږ ته ټکان راکوي او خندوي مو.

په پام کې بايد ولرو، چې ټولې ټوکې طنزونه نه دي، ځينې يوازې کوميک وي، ځينې هزل ډوله او ځينې ټوکې پورنوګرافيک دي، په ټوکه جوړونه کې چې کوم ډېر تکنيکونه کارول کيږي هغه د اورېدونکي غافلګيري او هغه ته د ټوکې غير منتظره پای دی، همدارنګه د تناقض او تباين تکنيک هم پکې استعماليږي، همدا لامل دی، کله چې ټوکه دوهم ځلي اورېدل کيږي، د لومړي ځل په څېر ورته خندا نه کيږي، توکې د طنزليکنې لپاره کوچنی او ډېر مناسب قالب دی)[79] که چېرې دا خبرې او همدغه قالب مناسب وګڼو نو ويلای شو، چې شوريګر په دې برخه کې فوق العاده وړتيا او استعداد لري، چې نوې او مناسبې ټوکې ځای پر ځای جوړې کړي او دا کار يې کړی هم دی او دا برخه په شوريو کې يو ځانګړی ځای لري، تر دمه، چې موږ څومره کتابونه کتلي دي د پښتو اصلي ټوکې په کتابونو کې کمې خوندي شوې دي، که چېرته د شوريو څخه ځينې ټوکې او ناخوال، چې په شعري ژبه دي په ليکلې بڼه خوندي شي، د طنز او ټوکو برخې په پياوړتيا کې به رول ولوبوي.

يوازې دا برخه نه ده، ځينې له چوکاټ څخه بهر ټوکې هم شته پکې، چې سکس اړخ پکې بارز وي او د يو واقعيت په توګه اړ يو، چې ورته اشاره وکړو د دو شوريګرو ترمنځ په محفل کې داسې يو سر هم کله، کله ويل کيږي، چې ليکل به يې مناسب نه وي خو د څېړنې اصول  او ادبي وضاحت به مو يې په ليکلو اړباسي:

داسې تکړه شاعر مې ونه ليد اېسټې پېره

ارمون، چې ښه مې دېروستلای وای اې خوټې پېره[80] 

موږ به دغه د ټوکو برخه د منظرخېل له لوري په مرسلين د دې ټوکې په ويلو راټولو کړو، چې:

نه ويته پيژم څه کيسه خو يې اروېدلې دو

وکسئ مرسلين، چې ايس يې چينګه خوله نيولې دو....[81]

داسې ډېرې ټوکې، چې شوريګر يې په يو بل کوي شته ښايي دا رانقل شوې ټوکې تاسې ته خوندورې ونه بريښي تر دې هم خوندورې ټوکې په شوريو کې شته خو موږ په همدې بسنه کو او نور دې يې هغه کيف هم راباندې وويني.


د شوريو فورم او سټاټيک سندرې

 

دې ته به اړتيا نه وي، چې د شورۍ/شارۍ/ لغت کومه برخه رانقل او بيا يې د فورم له مخې وضاحت وکړو؛ ځکه مخکې له مخکې مو د شورۍ په ژبه، اصطلاحاتو، لهجو، جوړښتونو او کيسيو کار وکړ او تر ډېره بريده مو روښانه کړه، چې شوريګر يې څنګه جوړوي؟ مخکې له دې، چې د شوريو فورمي بڼه څرګندوو پکار ده، چې په خپله فورم واضح کړو، چې څه ته وايي او د فورم له پېژندګلوئ به دا په ګوتو راشي، چې ايا شورۍ د يو خاص فورم تابع دي کنه؟

فورم:

د فورم په اړه ډېر زيات مطالب موجود دي خو موږ د استاد نجيب منلي له دې خبرې پيل کو: (فورم، چې دی دا په خپله يو چوکاټ او کالم دی، چې د محتوا لپاره جوړ شوی، محتوا په همدې کالم کې رانغښتل شوې موضوع ده، چې لوستونکي ته وړاندې کيږي) استاد موضوع همداسې نه ده پرې اېښي او د لا وضاحت لپاره يې د محتوا او فورم ترمنځ د توپير په مرکه کې ډېر نور څه هم ويلي دي، چې موږ يې دلته يوازې په دې لاندې خبره بسنه کو: (هغه کومه شېره، پيغام يا فکر، چې په کوم چوکاټ کې رامنځته شوی وي هغه فورم دی او هم چوکاټ) [82] ښايي د فورم مسله د استاد په همدې خبرو هم خلاصه شي خو ښه به دا وي، چې لږ نور هم په همدې موضوع د معلوماتو زياتوالي په خاطر تمرکز وکړو او وګورو، چې په دې برخه کې نور څه ويلای شوي دي؟ د فورم مخته په زاهد پښتو، پښتو سيند کې ليکل شوي(شکل، څېره، بڼه، جوله، جوړښت، قالب، نوع، ډول، تنظيم، موقف، دريځ)[83] اوس، چې موږ ته فورم په کومه معنی پکار دی په مناسبه بڼه يې په شوريو کې په نښه او وړاندې کولای شو.

مخکې له دې، چې شوريو ته په ادبي صنعتونو کې ځانګړی فورمي ځای پيدا کړو بايد دا خبره په وضاحت سره وکړو،موږ هغو شعرونو ته، چې شاعران يې معلوم وي سټاټيک سندرې وويلې، سټاټيک سندرې هم په ټوله کې د ادبياتو يوه لويه برخه جوړوي، چې په پښتو ليکلو ادبي کتابونو کې دا چوکاټ ډېر نه دی منل شوی خو لويديځ فلکلوريستان او اديبان وايي: (هغو سندرو ته، چې شاعران يې معلوم دي سټاټيک سندرې وايي يعنې، چې بدلون نه مني او شکل يې تثبيت شوی دی)[84] دا، چې ولې په پښتو ادب کې دا برخه تر دمه تته ده کره کتونکي او نقادان به خپل کار ته پام اړوي خو اوس موږ ته مناسبه ښکاري دا ثابته کړو، چې شورۍ سټاټيک سندرې دي او کنه؟

استاد روهي د ولسي ادب په ويشنه اعتراض لري وايي: ( د ولسي ادب ويشنه په ايپيک، ليريک او ډرامتيک ژانرونو تقليدي بڼه لري، چې جامع او مانع تصنيف يې نه شو ګڼلای)[85] چې داسې شوه نو موږ ته دا لار هم خلاصيږي، چې ووايو شورۍ د ولسي/شفاهي ادب په چوکاټ کې يو ځانګړی صنف دی، چې هر کس يې د ويلو توان نه لري، ځانګړي او مشهور ويونکي يې وايي.

دا پوښتنه ډېر ځله مطرح شوې، چې شورۍ اوس په کوم چوکاټ کې راځي، د ولسي ادب برخه خو حتماً ده خو د ولسي سندرو په چوکاټ کې يې ځای چېرته دی؟

 مخکې له دې، چې د شاريو ځای، ځايګي ته رسيږو پکار دي، چې د ولسي ادب په اړه هم ووايو، چې: (د پښتو ولسي ادبيات ځينې داسې ځانګړتياوې لري، چې نه شي کيدای د نورو ټولنو په هنري قالبونو کې يې واچوو، په لويدځيو ټولنو کې يو زيات شمېر اولسي سندرې(Folksongs) شته، چې ويونکي يې نه دي معلوم اما د پښتنو د اکثرو ولسي سندرو وويونکي معلوم اشخاص دي، چې که د هغوی سندرې د ولسي ادب له مجموعې نه وويستل شي نو د ولسي ادب انځور به تت شي، د پښتو د اولسي ادب يو پياوړي محقق د پښتو اولسي سندرې پر دوو برخو ويشلې دي: هغو سندرو ته، چې شاعران يې معلوم دي اولسي خاصې سندرې او هغو ته، چې شاعران يې نامعلوم دي عامې اولسي سندرې ويلي دي)[86] دغه ويش زموږ په زړه نه کيني فکر کوم مناسبه ده، چې د همدې پورتني اقتباس څخه يو ټکي په را اخيستلو يوه لار بله پرانيزو، چې د لويديځو هيوادونو د فلکلوريستانو نومونه رانقل کړو او موږ هم د هغوی نومونه مناسبه وګڼو او شوريو ته، چې شاعران يې معلوم او جوړښت يې تغير نه منونکی دی سټاټيک سندرې ووايو که څه هم لويديځ فلکلوريستان وايي، چې سټاټيک سندرې د هيوادپالنې په روحيه جوړې شوې دي موږ د دې زيات مثالونه موندلای شو، چې په ځانګړو وختونو کې شوريګرو همدا کار کړی دی د هيوادپالنې روحيې قوي کېدو لپاره يې شورۍ او سندرې کړې، چې نيازولي يې ښه مثال او بېلګه ده خو د دغو منظومو کلامونو ډېر نه مشهورېدل به د پښتو ژبې په وړاندې شته خنډونه ياد کړو او يا به په جرات سره ووايو، سياسي تحولاتو د نورو څانګو په څېر په دې برخه هم جوت منفي اغېز کړی دی.

تردمه، چې مو د څومره کتابونو پاڼې سره را اړولي دي بيا هم نه يو بريالي شوي، چې د لغاتو په اړه يو بشپړ کتاب يا ځانګړې مقاله او رساله زموږ مخ ته راشي او په دې برخه کې ترې د معلوماتو په زياتولو کې بشپړه ګټه واخلو خو د ځينو ليکوالو او په شوريو پوهېدونکو خلکو او اديبانو خبرې راته څرګندوي، چې شورۍ د فورم له مخې يو ځانګړی شفاهي سټايل او چوکاټ لري، چې په في البديهه ډول د شاعرانو له لوري ځای په ځای ورته غوره کيږي.

د کالب همدغه غوراوی، چې شاعران يې په في البديهه ډول د خپل کلام لپاره ټاکي يو ځانګړی ارزښت لري، چې همدې ارزښت ته په کتو يې د تثبيت اړتيا تر ډېرو نورو صنفونو زياته ليدل کيږي او د شاعرانو همدا موزون کلامونه، چې په ادبياتو کې پرته له کوم تغيره لکه تېرو پاڼو کې د لغتو پرلپسې بندونه راغلي او ثبتي بڼه يې غوره کړې د ولسي ادب برخه خو له دې وروسته که مناسبه وه د سټاټيک سندرو په نوم ياديږي.

که دلته دې بحث ته هم تم کيږو، چې په پښتو ولسي ادب کې پرته له شوريو/لغتو څخه نور کوم څه په سټايټک سندرو کې راځي، خپله موضوع راڅخه پاتې کيږي نو ښه دا ده، چې ځينو نورو څېړونکو ته دغه بحث ځای په ځای پرېږدو او له پلټنو وروسته دا ثابته کړي، چې سټاټيک سندرې څه دي او څه نه؟ او ايا زموږ دغه نومونه بې ځايه ده که پر ځای؟ پاس مو يادونه کړې ده، چې شورۍ حتماً د ولسي ادب يوه برخه ده، چې داسې ده نو مجبوراً دې خبرې ته مو ورپام کيږي،چې ووايو...( ولسي ادب هغه ته وايي، چې نسبت يې يوه معلوم شاعر، ليکوال او جوړونکي ته نه کيږي او کنه نو هغه بيا د ليکلي ادب يوه برخه ده، که څه هم د يوه نالوستي او بېسواده شاعر اثر وي)[87] که دا خبره کټ مټ ومنو نوموږ بيا خپلو يو شمېر پاسنيو خبرو سره په لوی لاس ټکر کو او دا په خپله ردو، چې زموږ د شوريو معلوم باسواده/بې سواده شاعران شته نو دهغوی ويل شويو شوريو ته، چې د شعر نسبت کيږي، فلکلور نه؛ بلکې د ليکلي ادب يوه برخه وايو.

کله هم ټولې هغه خبرې، چې  په دې اړه شوې دي نه په بشپړ ډول تايدولای او نه هم ردولای شو، زموږ د ولسي شاعرانو هغه شعرونه، چې تر دمه ډېر نه دي ثبت شوي او خوله په خوله کټ، مټ پرته له کوم تغيره تر خلکو او ان موږ رارسېدلي او په ډېرو ځايونو کې يې شاعران له خلکو هېر وي نو دا ثابتوي، چې ولسي شعرونه دي خو هغه مهال، چې شاعران يې معلوم شي او شعرونه يې ثبتي بڼه خپله کړي نو بيا موږ د لويديځ فلکلوريستانو او اديبانو را اخيستی پېژند پرې د تطبيق وړ ګڼو.

اوس، چې خبره دومره روښانه شوه روانه کيسه مو يوازې د فورم په اړه دې ته پاتې کيږي، چې شورۍ په ليکلو ادبياتو يا ادبي فنونو کې د کوم فورم/چوکاټ برخه ده او شوريګر د ويلو د کوم انداز او يا طرز بيان تابع دي؟

کره کتونکی، ليکوال او شاعر ډاکټر احسان الله درمل دا موضوع داسې را روښانوي وايي، دا د ولسي ادبياتو يو بيل صنف دی، چې د لنډۍ، سروکي، چاربيتې... غوندې کوم ځانګړی فورم نه لري او نه کېدلای شي د دې برخې لپاره هغه ډول، چې لازمه ده فورم مشخص شي، اکثره وخت د لغاتو لپاره ټاکل کېدونکی چوکاټ هم په ناڅاپي او في البديهه ډول جوړيږي، کومې خبرې او موضوعات، چې پکې شرح کيږي، ټول په ناڅاپي ډول راځي له پخوا څخه د همدې موضوع په اړه د شاعرانو ترمنځ نه خاص خبره شوې وي او نه يې په اړه فکر کړی وي.

د درمل په خبره، چې ډېر کله د محفل ګډونوال شاعرانو ته فرمايش ورکوي، چې په کومه موضوع بايد لغت/شورۍ وکړي؟ مثلاً ډېر شاعران راغلي وي او خلک د شاعرانو لپاره په هغه مجلس کې د انعام په توګه يو څه ږدي لکه لونګۍ، ګړۍ... چې ډېر وخت همدا لامل وي، چې اېښودل شوی انعام د شاعرانو ترمنځ د شورۍ (سر) شي، چې د ټاکل شوې موضو اړوند شوريګر بيا يو بل ته مستقيماً ځوابونه وايي، سختې، سختې قافيې راولي څو پورې د ميدان ګټونکی شي نو په دې لحاظ دا کېدلای شي، کله د غزل په فورم کې وي، کله د چاربېتې، کله د سروکي....په مختلفو فورمونو او بڼو راځي کوم ځانګړی او مشخص شوی فورم نه لري.[88]

يوازې درمل دا نه وايي، چې شوريګر د کوم ځانګړي يا ټاکلي فورم تابع نه وي، نور هغه اديبان، ليکوال او کره کتونکي، چې له شاريو سره بشپړه بلدتيا او خاص مينه لري هم په دې نظر دي، چې تر دمه خو د لغتو لپاره کوم ټاکلی فورم لکه د نورو ولسي صنفونو، چې په کتابونو کې ذکر شوي نشته.

محمد انور تبسم، چې د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی او مطرح شاعر دی په دې اند دی، چې د دې لپاره کوم مشخص فورم؛ ځکه نه شي ځانګړی کېدلای، چې شوريګر/شاعران موضوعات په في البديهه ډول د خلکو په منځ کې وايي هغوی د چوکاټ پر ځای موضوع ته ډېره ترجيح ورکوي او غواړي له پيله تر پايه د شعر په ژبه يو بل ته ماتې ورکړي، مثلاً د يو مجلس د شاعرانو يو د بل ځواب د بېلګې په ډول راوړلای شو، چې شاعر په مجلس کې د رباعي په نوم پيل کېدونکې مطلعې لومړۍ مسره داسې را واخيسته:

په ميدان درته ولاړ يم لکه غر

نو د مقابل لوري شاعر يې هغه د بيت تر دويمې مسرې پرېنښود او په مخامخ ډول يې ورته بله مسره داسې وروتړله، چې:

غر که لوړ وي بيا هم لار لري پرسر

همدا دوه مسرې د دې لامل شوې، چې رباعي تر اتو نهو بيتونو ورسېده او بيا شاعرانو/شوريګرو شورۍ پيل کړې او يو د بل په مقابل کې سره ودرېدل.

د تبسم په خبره، چې د شاعرانو د ښه شعر قوت هم د محفل د ګډونوالو ژور احساسات دي، د کوم شاعر په پلوي، چې د خلکو احساسات ډېر شول نو د شاعر شعرونه او بيتونه هم هغومره خوندور کيږي او همداسې پسې غځيږي، چې په دې منځ، منځ کې کله نا کله ځينې مسرې لفظي او معنوي مشکلات هم لري خو په سيمه ييزه لهجه کې د دوی شعر او موضوع سره تړاو لري، شوريګر کله هم دې ته پام نه کوي، چې خپله موضوع د يو ټاکلي فورم، چوکاټ، وزن او جوړښت له مخې مخته بوځي، دوی خپله موضوع تعقيبوي او په ډېر ښه ادبي رنګ او خوند د مجلس ګډونوالو ته خپل احساسات لېږدوي.[89]

شاعر ماهر خو نه دی، دی پنډي دی د لرګيو

ميدون ترينه ګټمه په چکچکو په غورځيو

د حاجي مت خان له لوري په يو محفل کې عابد منګل ته په اشاره د دې سر ويل او ورپسې غوټه کيسه دا راجوتوي، چې د هر شاعر هڅه د محفل اخيستل او مقابل لوري ماتول دي، چې همدا کار شورۍ د کالب او چوکاټ څخه باسي او شوريګر له ادبي صنايعو څخه موضوع ته په زيات ارزښت قايلوي.

ليکوال او فلکلور پوه عبدالکريم پتنګ د شوريو په اړه زياتوي، چې که چېرې شوريګر د ادبي فنونو استاد شي نو شورۍ به بلکل ونه شي کړای او که يا د همدې فنونو تابع شعر وايي له امکانه به لرې شي، د تڼۍ په نرزي کې يو کليوال بې سواده ښې شورۍ وايي دا به د دې معنی ونه لري، چې دی به ښه اديب وي او په ټولو مسايلو به اګاه وي او دا معنی هم نه لري، چې شعوري سطحه به يې ټيټه وي موضوعاتو ته په کتو د هغه د شعور سطحه هم مالوميږي.

نوموړی زياتوي، چې په ډېرو محفلونو کې به يې ګډونوال پاتې شوي يئ او يا به مو له بلې لارې اورېدلې وي، چې که چېرې شوريګر بې سواده وي هم له الفاظو سره لوبه کوي داسې نه کوي، چې هر څه په مخه ورغلل له خولې يې راباسي او خپله قافيه او رديف پوره کوي؛ بلکې ډېر په احتياط او قوي ذهن شورۍ وايي، چې دا کار د دوی د ذهني قوت څرګندويه دی.[90]

له دې نظرونو څخه بريښي شوريګر که د موضوع په ځای د ادبي فنونو تابع شي نو د دوی له شعر او منظوم کلام څخه به خوند او رنګ ايسته وغورځي؛ ځکه لهجه او د موضوع تعقيب د شوريو ځانګړنې دي که چېرته دغه دوه ځانګړنې ترې واخيستل شي ممکن نه ده، چې پکې شته ادبي رنګ او خوند په خپل ځای پاتې شي.

د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې د پښتو موسيقۍ مطرح نوم او شاعر ګل روفي شوقي، چې په خپل وخت کې يې د حکيم جان فريادي او نورو مطرح شوريګرو سره شورۍ کړې وايي، چې د شوريو په ميدان کې کله هم سړي ته دا پته نه لګيږي، چې د شعر وزن يې مات شو، که قافيې او رديف ته يې کوم توری کم/زيات يا نا مناسب ورغی، هلته ټول فشار په شوريګر د موضوع وي؛ ځکه د محفل ټول ګډونوال په موضوع فکر کوي او د شوريګر مهارت دا وي، چې هم خپله موضوع ښه په مخ يوسي او هم د مقابل لوري ځواب ورکړي او هم پکې نوې داسې خبره غوټه کړي، چې مقابل لوری پرې مات کړي، چې که ټولې شورۍ وګورئ د شوريګرو په شعرونو کې به همداسې موضوعات ډېر ووينئ او دا د هر محفل رنګ او خوند جوړوي.[91] 

که د دې ټولو پښتنو ليکوالو، نقادانو، شاعرانو او په خپله ځينو شوريګرو په اند شوريګر د موضوع تابع او له ادبي فنونو يې ناخبر ګڼو هم زياتی دی؛ ځکه که چېرې دوی له ادبي فنونو ناخبر وي نو قافيه او رديف څنګه ټاکي او بيا که په دې دوه توکو يې سر خلاص وي موضوع په خپله موزونه کول د ادبي فنونو لوی بحث دی کنه خبرې خو هرڅوک کولای شي ولې ورته شعر نه وايو، ځينې نثري ادبي خبرې، چې څنګه ورسره مخ شو وايو ادبي ټوټې دي بيا ولې دغو شوريو ته، چې موضوعات پکې شته ادبي ټوټې نه وايو، همدا علت دی، چې شورۍ ځانګړې دي او شوريګر ډېر پياوړي دي ذهني قوت يې د عادي انسانانو په پرتله څو چنده زيات دی، چې دوی هم خپله موضوع وړاندې کولای شي او هم وار له مخه د ورسره مخ کېدونکې موضوع اټکل کوي، چې دغه کار يې د دوی د ډېرې ځرکتيا او پياوړتيا ښکارندوی ده.

بې ځايه نه ده، چې زموږ د ملګري اقبال الدين دا لنډکۍ کيسه، چې د کلي د وختونو سره غوټه ده، په دې ځای کې رانقل کړو، وايي : ( حکيم جان فريادي په کلي کې يو دوکان اخيستی و او بيا به خلک مبارکي ته هم ورتلل، په دې کې د سيمې مشهور شاعر بسم الله ځاځی، چې ټولو په ددک پېژانده هم راغلی و او د دوکان مبارکي يې په منظوم ډول داسې ورکړه:

دښمن په مقابل کې هره تيږه دې چارک شه

دوکان دې مبارک شه

فريادي، د ده مبارکي په منظوم ډول داسې ځواب کړه، چې هم تر ننه خوند او رنګ لري او هم يې خپل ادبي کمال پکې څرګند کړی:

مقصد دې شيريني ده بل څه مه وخورې بې پيازه 

ډېر خير يوسې استاذه)

له دې کيسې دا راجوتيږي، چې د شوريګرو مخامخ کېدل په منظومو الفاظو وي، چې هر وخت او هر ځای کې داسې پېښيږي او ځينې مثالونه يې د همدې کتاب په نورو برخو کې هم ليدلای شئ خو دا بيا ځانګړې خبره ده، چې زيات شوريګر لکه حکيم جان د ادبياتو سره مکمله اشنايي لري او ښه فصاحت او بلاغت يې په شوريو کې مطرح دی او د ده همدې بلدتيا ځينې نور شوريګر هم اړ کړي، چې ادبي فنون يا وګوري او يا يې په اړه له نور چا واوري.

د دې ټولو خبرو پايله دا راوځي، چې شورۍ د کوم ځانګړي فورم/چوکاټ تابع نه دي موضوع پکې د اهميت وړ ده او ټول شوريګر خپله موضوع په مخ بيايي خو د شعر وزن او ادبي رنګ هم له پامه نه غورځوي که دوی بې سواده يا سواد لرونکي وي خو شعر يې په پوره معنو که له لهجوي جوړښته ونه غورځول شي ادبي خوند او رنګ لري او د ځانګړو شعرونو په توګه يې منلای شو.

اوس ستاسو خوښه که دا سټاټيک سندرې ګڼئ او کنه خو موږ ته يې د دې څېړنې د خامو موادو راټولولو پر مهال تر ټولو غوره ځای او همدا د لويديځ اديبانو او فلکلوريستانو خبره ښه برېښېده، بيا هم په دې تاکيد کو، چې د نشتو نه نېنې هم ښې دي که موږ په ادبياتو کې پرته له ولسي/ شفاهي ادب نيمه يا پوره برخه يا هغه او دغه... د شوريو لپاره بل کوم مناسب نوم او ځای نه لرو، په پښتو ادب کې د سټاټيک سندرو لپاره بل کوم مناسب ادبي توک پرته له شارۍ نه شو پيدا کولای نو يو يې بل ته له منلو وروسته ښه سره جوړ دي او همداسې بايد ومنل شي.

زموږ د سټاټيک سندرو دا خبرې همدلته نه غوټه کيږي ښايي د شورۍ فلکلور ګڼلای شو؟ بحث کې هم په دې برخه څه ورزيات کړو.


شورۍ فلکلور ګڼلای شو؟

 

د عنوان په اړه مو په پيل کې شايد ځواب هو وي او ووايو، چې هو شورۍ فلکلور دی خو په دې پېژند/تعريف [فلکلور د عوامو خلکو هغو عنعنو ته ويل کيږي، چې د لرغونو زمانو څخه راپاتې شوي او د اوسني وخت له متداولو پوهنو، عقايدو او چلن بېلګو سره يو څه توپير لري]کې فلکلور ښه واضح شوی او له دې څخه دا جوتيږي، چې موږ څه ته فلکلور ويلای شو او څه ته نه او د دې ترڅنګ مو د شورۍ تاريخچه هم تر يو حد  واضح کړه خو اوس دوه پوښتنې مطرح کيږي، شورۍ فلکلور دی که نه، له پورتني پېژند سره څومره اړخ لګوي؟؟

د شفاهي/ولسي ادبياتو مهمه مسله د انتقال ده، چې په خپل وخت نه وي رانقل شوي او خوله په خوله تر دمه رارسيدلي په رنګارنګۍ کې يې يوازنی علت همدا خوله په خوله نقل دی، چې د ديوانو او ښاپيريو له نقلونو څخه رانيولې بيا تر طالب جان، ګلبشرې، يوسف خان، شيربانو او ...پورې.

نه يوازې نثري کيسې او موضوعات په شفاهي ادبياتو کې رنګارنګي لري؛ بلکې منظوم شفاهي ادبيات يې هم له رنګارنګۍ څخه نه دي خالي او يو، يو توک تر موږ په ډېرو متغيرو حالتونو رارسېدلی او زموږ ذهنونه او ذوقونه پرې خړوب شوي دي.

که له دومره اوږدو خبرو وروسته، چې د شوريو په اړه مو په دغه رساله کې وکړې لږ فکر وکړو او همدغه شورۍ د دې پېژند چوکاټ ته وروغورځو ايا ځان به پکې تثبيت کړای شي او فلکلور به يې وګڼئ؟ حتماً به يو ځواب ولرئ خو زه په خپل اند وايم، چې شورۍ فلکلور نه؛ بلکې په ادب کې د ځان لپاره يو بل غوره ځای لري که هلته يې راسره ومنئ مناسب ځای به مو ورته موندلای او تثبيت کړی وي؛ ځکه پښتانه فلکلوريستان په دې او نورو برخو کې په يوه خوله نه دي ډېر يې دغه برخه خاصې سندرې نوموي، ځينې يې فلکلور او ولسي شاعري ګڼي او ډېر نور يې په نيمه فلکلور ورتپي، چې داسې ګډوډ حالت د دې صنف او فورم راتلونکی بحراني کوي او حتی د ورکېدو چانس ورکوي که خاص سندرې ورته ووايو نو نيمه فلکلور به منو؛ ځکه (خاصې سندرې؛ ځکه نيمه فلکلور ګڼل کيږي، چې د دغو سندرو يا نظمونو ويناول، مهال او ځمکه(فورم) څرګند ده خو رنګ او ډول يې ولسي دی، د بيان ژبه او توکي يې ولسي دي)[92] دا بحث په دې ځای پای نه مومي په زغرده ويلای شو، چې اکثر پښتنو فلکلور ټولونکو د شورۍ په اړه ځان تېر کړی يا يې يوازې په يوه يادونه ځان خلاص کړی او يا يې په خپلو کتابونو کې څنګزنې اشارې ورته کړې دي، چې ډېر وخت ښايي دا هم ترې څرګندې نه شي، چې دوی به شورۍ ښيي که کوم بل صنف يادوي خو موږ يې په دې خاطر را اخلو، چې څه ناڅه زموږ موضوع ته نږدې والی لري مثلاً ( ولسي مشاعرې پخوانۍ دي او اکثرو يې في البديهه بڼه درلوده، د پخوانيو مشاعرو ترتيب داسې و، چې اخون به د شپې خلک او خپل شاګردان راټول کړل، ډمامې او نغارې به يې واخيستې... او اخوندان به له شاګردانو سره ميدان ته راوتل، حبيب الله رفيع وايي: ( قاعده داسې وه، چې شروع به شاګردانو کوله، اکثره به د معما په ډول وې، لکه: 

شاګرده په يو شي باندې مې ونښتو نظر

دی الوزي يارانو نه يې پښې شته نه وزر

(توپ/بال)

شاګرده په يوه شي باندې مې وکړله تلوار

جواب يې درنه غواړم نه يې مور شته نه يې پلار 

سړی پکې ډېر تنګ شي نه يې وي يودم قرار

خوري غوښې د بنديانو نه يې خوله شته نه يې سر (قبر))[93] 

کله، چې بحث د في البديهه شاعري يا مشاعرې راشي او يا اخوندانو پورې يې نمونې ورسيږي نو د شورۍ په تاريخچه هم جوت باور پيدا کيږي، چې ځنډن تاريخ به لري او في البديهه شاعرۍ بله بڼه اوس په پښتو شفاهي ادب کې پرته له شوريو نه څرګنديږي نو ځکه بايد په ډاډه زړه ووايو، چې د دوی ټوله اشاره همدې شوريو ته ده، چې د مشاعرو په نوم يې وړاندې کوي.

کره کتونکی، ليکوال او شاعر مصطفی سالک راته وايي دا في البديهه شاعري د هيواد په نورو ساحو کې هم منل شوې وه او لا هم امکان لري وي، د هيواد په مشرقي ولايتونو کې هم په بېلابېلو نومونو له پخوا راهيسې دود دي او له موسيقۍ سره يو ځای ويل کيږي او ډېر خلک يې د شعر جنګي په نوم يادوي.

دی همدې في البديهه مشاعرو ته په اشارې شعرجنګي راپه ګوته کوي وايي، دا که وپلټل شي ډېرې مستندې حوالې به هم ورته پيدا کړلای شو.

دا، چې شعر جنګي او شورۍ يوه بڼه لري، دا بېل بحث دی يا شورۍ في البديهه مشاعرې دي که بل څه؟ د پورته بحث برخه يې ګڼو خو د استاد حبيب الله رفيع په حواله د اخوندانو ذکر دا را په ګوته کوي، چې شورۍ او في البديهه شاعري ويونکي معلوم و او دي، چې دغه روښانتيا مو لا زيات باوري کوي، چې شورۍ نه فلکلور دی او نه نيمه فولکلور؛ ځکه په نيمه فلکلور کې د خاصو سندرو په اړه ويل کيږي، چې ( د خاصو سندرو يا نظمونو ويناول هم څرګند دي، همدومره ده، چې د دوی د نظمونو ځمکه خپله ده د بل اغيز پرې نه ښکاري، لکه چاربيته، بګتۍ، بدله، لوبه، کسرونه او... د خاصو نظمونو يا سندرو ويناوال هم په دوو ډلو وېشل کيږي: ۱ لوستي ۲ نالوستي)[94]

د لوستو او نالوستو موضوع او همداسې د چاربيتو، روباعي، بګتۍ، بدلې ، لوبې ، کسرونو يادونه موږ د لغت په جوړښت کې موضوعاتو ته متوجې کوي او را ښيي، چې د کومې شاعري ويونکي مالوم وي د هغوی ګڼل کيږي، لکه څرنګه، چې موږ د ليکلې شاعرۍ لپاره په ادبياتو کې ځانګړي اصطلاحات کارو همداسې يې بايد د دغو شاعرانو او شاعرۍ لپاره هم په ادب کې وپلټو، چې له فولکلور څخه ورهغه خوا کوم بل ځای (پرته زموږ له ټاکل شوي ځای څخه) لري او کنه؟

ښايي له تاسو سره دا پوښتنه مطرح شي، چې له فلکلور يې غوره ځای چېرته او کوم دی؛ ځکه موږ او تاسو تر دمه شورۍ د شفاهي ادبياتو برخه ګڼو، چې شفاهي/ولسي ادبيات په خپله فلکلور ګڼل کيږي.

د استاد روهي په خبره فلکلور ډېره لويه جوله ده! که همدې جوله کې د هر توک له پاره خپل، خپل ځای پيدا نه کړو نو په کرار، کرار به د دې بېغورۍ له امله زموږ ډېر ادبي توکي ورک او له منځه لاړ شي. 

که فلکلور يې وګڼو د مخينې په اړه شوې يې ادعا يې غلته ثابتيږي او تاريخ يې له دوو پيړيو څخه نه اوړي او د رفيع صاحب د اخوندانو کيسه به هم خيالي راښکاره شي؛ ځکه، چې ( خدای بښلی ابراهيم عطايي په خپله يوه مقاله کې څرګندوي، په ۱۸۴۰ م کال د فولکلور کلمه خلکو ته پوره اشنا نه وه او يو الماني فوکلوريست د ګريم په نامه په المان کې د خپلو فوکلوري موادو پر مجموعه د فولکلور نوم کېښود او له دغه وخته په انګلستان او فرانسه کې دا نوم او دغه کار تقليد شو)[95] کله، چې خلک په دغه مهال د فلکلور له نوم سره نه و اشنا نو په پښتو ليکلي ادب او شفاهي ادب کې خو د اخوندانو او د هغوی د حجرو کيسه ډېره زړه ده نو په هغه مهال په پښتو ادب کې دې صنف ته څه ويل کېدل او يا که ووايو نوره نړۍ کې به د داسې شاعرانو او ادبياتو لپاره کوم نوم کارول کېده؟ دا پوښتنې د دې لپاره نه دي، چې ذهني تشويش او ګډوډي رامنځته کړو؛ بلکې د دې لپاره دي، چې په پخوانيو ادبياتو کې تر دوړو لاندې پرتې ځينې برخې په اسانۍ سره قبولې کړو او ومنو، چې رښتيا هم دا ټاکل شوې نومونه او ځای د شورۍ لپاره مناسب دی.

د پخوانيو ادبياتو په وېش او بيا د هغو په کتګوريو او ډلبندۍ کې يو صنف د سټاټيک سندرو په نوم ياديږي، چې د لويديز فلکلوريستانو او شفاهي ادبياتو پوهانو په خبره (هغو ولسي سندرو ته، چې شاعران يې معلوم دي(سټاټيک) سندرې وايي یعنې، چې بدلون نه مني او شکل يې تثبيت شوی دی)[96] 

دا  د سټاټيک اصطلاح زما په نظر ښايي تاسو ته يو څه نوې ښکاره شي او په اسانۍ سره ونه توانيږو، چې ويې منو خو د دا ډول ولسي شاعري له پاره، چې شاعران يې معلوم دي او د هغوی له خولې راوتلي کلامونه تغير نه منونکي وي نو همدغه اصطلاح او ځای زما په اند ډېر ورته غوره او پر ځای دی.

استاد محمد صديق روهي د فلکلور پېژندنې په ۹۷ مخ کې ليکي، د پښتو اولسي ادب يو پياوړي محقق د پښتو اولسي سندرې په دوو برخو وېشلې دي(هغو سندرو ته، چې شاعران يې معلوم دي اولسي خاصې سندرې او هغو ته، چې شاعران يې نامعلوم دي عامې ولسي سندرې ويلې دي) دا وېش که هر څنګه وي موږ يې په اړه ډېره خبره نه کو خو هغومره، چې زموږ زړه ته د لويديز فلکلوريستانو خبره کوزيږي دا وېش زموږ موضوع پورې هغومره اړخ نه لګوي.

همدغه سټاټيک اصطلاح د شورۍ له پاره؛ ځکه غوره ده، چې په اساس يې يوه نوې نتيجه په لاس راځي ( هغو ولسي سندرو ته، چې شاعران يې معلوم وي او شکل يې بدلون نه مني سټاټيک سندرې وايي)، چې داسې ده نو کله هم د لغت/ شورۍ شکل بدلون نه مني او شاعران يې معلوم دي که په ډېرو وختونو کې دغه شورۍ خوله پر خوله تر موږ رارسېدلې هم کټ مټ رارسېدلې دي، مثلاً خوږمن ځاځی تقريباً پينځه ويشت کاله د وړاندې وختونو يو محلي مجلس کيسه راته کوي وايي شيرين ځاځيوال د پکتيا مطرح شاعر رفيق ريحان ورور دی په کلي کې يې د لرګيو ټال لاره او په خپله رفيق ريحان د کباړ سرای درلوده، چې اکثر وخت به د فرهنګي ملګرو د ناستې دمه ځای هم و، هغه ژوند ډېر له مينې او محبت ډک و، یوه غرمه ريحان صاحب د شوريو مطرح شاعر زنګي خان د غرمې ډوډۍ لپاره ستون کړی و، ځينې نور ملګري هم راغلي او د غرمنۍ لپاره منتظر و، چې په دغه مهال شيرين ځاځيوال، چې ده هم په في البديهه شاعرۍ کې نوم لاره له ټال څخه همدلته د غرمنۍ په موخه راغی نو زنګي خان په منډه له جوړ پخير سره سم ورته وويل:

خپل دېګ په ټال کې پرېږدې په پردي دېګ نې ورجوړ شې

په دغو خاورو موړ شې

شيرين ځاځيوال زنګي خان همداسې پرېنښود په منظومه بڼه يې ځينې خبرې ورته وکړې، چې تا کله خپله ډوډۍ خوړلې، تل په پردي نغن مړيږې... او همداسې مناسب او نامناسب کلمات يې ورته وکارول، چې اخير کې يې د انډيوالۍ په طرز په محلي لهجه له خندا ډکه خوله په ټوکو کې په دې مسره ورټوله کړه، چې:

پاس به دې پې کېنوم تر هغو چې پرې زوړ شې

په دغو خاورو موړ شې.... )

له دې مثال راوړلو څخه معلوميږي، چې کله هم د شورۍ مضمون، قافيه، وزن او هغه ادبي جوړښت د وخت په تېرېدو له منځه نه ځي او نه يې شاعران ورکيږي نو تغير نه منونکي شول او موږ يې په همدې اساس بايد سټاټيک سندرې وبولو.

نه يوازې دغه مثال په غږيزو ثبتي بېلابېلو بڼو تر موږ د دغو ولسي شاعرانو سندرې، نظمونه او غزلې رارسېدلې دي، که د اوسني عصر ټکنالوژي څخه استفاده کوئ، ښايي په يوټوب چېنلونو کې ډېر زيات مواد په لاس درشي او خوند ترې واخلئ، د اوسني عصر د ولسي شاعرانو دا شورۍ خو ثبت شوې خو د پخوانيو وختونو شاعرانو ځينې شورۍ به په کېسټو کې په سختۍ پيدا کړلای شئ، يو شمېر نور مثالونه، چې پخوانۍ شورۍ لا هم خوله پر خوله تر موږ رارسېدلې دي راسره شته، سيد احمدخان او مربيک د دې برخې پخواني نومونه دي(تر دوی ډېر پخواني نومونه هم شته، چې ځانګړې پلټنې ته اړتيا لري/ ل) چې د ټولو څخه د دوی د شورۍ يوه برخه دلته رانقلو سيد احمد يې په سر پيلوي:

ماربيکه پوم، چې ارنه غلی نه شې

ميدون ایمو دی دا ګټلی نه شې 

 

مربيکه پوم که ته فکرينه وکه 

په سپين ميدون کې لوغاتينه وکه 

د خپل زړګي سره دې سوچينه وکه 

په روغې پښې خو ارنه تللی نه شې

 

ماربيکه پوم تا پېژندلی يمه 

کسه پو هر ځې جنګېدلی يمه 

وروره نن هسې دېرنه غلی يمه 

په چټي غورې بو شاغلی نه شې

دا د سيداحمدخان مسرۍ دي، چې مربيک ته يې وکړې او مربيک يې په ځواب کې لغت داسې پسې تعقيبوي وايي:

ماربيک پو هر ځي کې غږيږي کنه

شاعرون ډېر ترې نه ترسيږي کنه 

چې په نرۍ کيسه غوپ کيږي کنه 

داسې وي سخت يې ځواب يلی نه شې[97]....

د دوی دا شورۍ په همدې ځای نه ختميږي دوام پيدا کوي، دا، چې تر کومه بريده مخکې ځي موږ سره يې د هغه وخت نمونه او د محفل کوم تاريخچه نشته خو له دغو ثبتي نمونو څخه داسې بريښي، چې ښايي دغو لغاتونو ډېر وخت نيولی وي او دغې سيالۍ دوام کړی وي.

موږ د سټاټيک تثبيتولو لپاره د خوږمن ځاځی له لوري په يو بل مثال راوړلو لا ډېره تکيه کو، چې له هغه وخته تر دغه وخته يې په ذهن کې هم د لغت جوړښت کټ مټ پرته له کوم بدلون او د شاعرانو په مالوموالي پاتې دی، خوږمن صاحب وايي، د کلي ژوند بېل کيف درلود که وچه يا لمده وه خو له مينې، محبت څخه ډکه زندګي تېرېدله د يو بل سره د مينې او ورورۍ سلوک ډېر خوند کاوه، هغه وخت حکيم جان، شيرين ځاځيوال... نور ګڼ ملګري به يو بل سره ناسته ولاړه کوله او ادبي ذوقونه به خړوبېدل، یوه ورځ د شيرين ځاځيوال په کور مېلمانه و، د هغوی پلار راغی او له دې يې شکايت کاوه، چې ځاځيوال مو د سهار لمانځه ته نه جګيږي، چې دا کار يې دی په عذابوي نو ټولو ملګرو ورته ووې، چې انشاالله له دې وروسته به د لمانځه لپاره پورته کيږي خو پلار يې نه منله نو د خوږمن په قول، چې ده يې ضمانت کړی و، چې انشاالله نور به لمانځه ته پورته کيږي او د پلار درناوی به کوي خو پلار يې قانع شوی و شپه تېره شوې وه، د سهار چای مهال يې پلار حجرې ته راغلی و، ورته ويلي و، چې هغه ضامن څه شو؟ چې ځاځيوال جګ کړي لمونځ خو يې پرې اېښی اوس چای ته هم نه دی پورته شوی... دا وختونه خو تېر شول د لمانځه کيسه بيا د چا په ياد هم نه وه خو يوه ورځ حکيم جان او شيرين ځاځيوال چېرې سره مخ شول په چټکئ يې د ملګرو په منځ کې په يو بل په منظوم ډول د مينې بلوسه وکړه شيرين ځاځيوال وويل:

چې چېرته دوه ياران وي ستا له لاسه جدا کيږي

تو ځون نه جوړ غموز دی

ده، چې خوله بلې مسرې ته جوړوله حکيم جان فريادي په بېړه ورټوپ کړل  او په همدې پسې يې مسره وتړله، چې :

د سبايي المونځ کوه پلور دې په دا نې خپه کيږي 

تو ځون نه جوړ بېلموز دی [98]

يوازې دا دوه، درې مثالونه نه دي په لسګونه مثالونه موندلای شو، چې زموږ ادعا تثبيت او د لويديځ فوکلوريستانو او اديبانو خبرې ته په ترجيح مو مکلفوي، په ثبتي يا غيرثبتي بڼه ويل شوې شورۍ په هماغو تورو او ټکو تر موږ رارسېدلې، شاعران يې مالوم او ورپورې اړوند کيسې يې پاتې دي، که چېرې موږ د پښتنو فلکلوريستانو او اديبانو وېش منو، يا يې خاصې سندرې ګڼو، يا ورته نيمه فلکلور وايو دا له خپل دغه ځانګړي سبک لرونکي منظومې شاعرۍ سره زياتی دی، که دا نه منو، چې سټاټيک سندرې داسې نه دي نو په پښتو ادب کې بايد د شورۍ له پاره په يو ځانګړي ځای پيدا کولو فکر او کار وکړو؛ ځکه ځانګړي ويونکي او مينوال، ځانګړی جوړښت او له موضوعاتو ډ‌که لمن لري، چې دې ټولو يې ادبي ارزښت ځانګړی کړی دی، دا چې تر دې مهاله پښتنو فلکلور ټولونکو پام نه دی ورته کړی يا يې په خپلو کتابونو کې خاص ځای نه دی ورکړی د دغه صنف کمزوري نه؛ بلکې د همدغو ليکوالو د کتابونو په حواله، چې د فلکلور راټولونکو لپاره کوم نورمونه ټاکي ښايي ستونزه په دې کې وي، چې د لهجې نه بلدتيا دغه برخه د دوی له پامه غورځولې وي او يا يې په دې مجبور کړي وي، چې ځان ترې تېر کړي.


د شوريو ادبي ارزښت

 

شعر تخليق دی او تخليق د ادب بنياد! بنياد په هره مسله کې ارزښتمن دی که چېرې بنسټ نه وي فکر وکړئ، چې څه شی به ثابت پاتې شي، هېڅ ذوقي او غير ذوقي توک به حتی حس نه شئ کړلای، مثلاً که موږ او تاسو د رباب له اوازونو خوند اخلو دا هغه مهال ښه حس کولای شو، چې رباب وي که نه وي نو اوازونه به له څه راوځي او که بيا ورپورې تړليو تارونو کې يو کم وي، ستونزمنه به وي، چې جذاب وغږول شي او که تارونه يې پوره وي او استاد يې ونه غږوي زما غوندې يو څوک به يې هسې ترنګوي، چې بې معنی او سرخوږونکي غږونه به ترې وځي بس خير او خلاص.

هر توک او شی په خپل ځای ډېر ارزښت لري، ټول د يو بل تکميلونکي دي، نننۍ نړۍ په دې شکل په بنيادونو ولاړه او رنګينه ده.

د ادبياتو هره يوه برخه ارزښتمنه ده، تخليق، تحقيق، هنر... او نور ټول د انسان د ښېګڼې لپاره په خپل، خپل ځای کار ورکوي، چې ارزښتمن يې ګڼو.

شورۍ شعر دی او شوريګر يې شاعران، چې داسې شوه نو د شعر ارزښت په ادب کې تر نورو توکونو ډېر جوت دی او ټول پوهېږو، چې موږ له شعر څخه څه غواړو؟

شعر موږ د روحي کيف او لذت لپاره لولو/ اورو، شاعر يې د خپل زړه د بړاس باسلو لپاره وايي او ( کيدای شي، چې د شاعر خبرې غيرعقلاني وي خو سره له دې په زړونو خوږې لګيږي...)[99]  د شعر د ارزښت په اړه کتابونه خبرې شوې دي، د شعر په ښکلا او ادبي دنيا کې د شعر په جوړښتونو ډېرې خبرې موجودې دي خو دلته په کار ده، چې په لنډ ډول هغه څه، چې زموږ په ذهن کې د شورۍ (شعر) او شوريګر(شاعر) په اړه راګرځي څرګندې کړو، زموږ اکثره شوريګر سواد نه لري او دا اندېښنه موجوده ده، چې دوی اوس شاعران ګڼلای شو کنه، استاد روهي دې ته ځواب لري وايي(د شاعر د پېژندلو لپاره ميخانيکي توجيهات څه ګټه نه لري، کوم خاص معيار نشته، چې له يوه شخص نه دې شاعر جوړ کړي، وراثت، چاپېريال، بدني جوړښت، اروايي حالت، ټولنيز-اقتصادي، موقف، ښوونه او روزنه، دا هېڅ يو د شاعر کېدلو د پاره حتمي شرط يا معيار نه دی...)[100] او نه بايد ځان ورپسې ستړی کړو، چې وګرځو کوم (شوريګر) شاعر دی او کوم نه دی، کومې (شورۍ) ادبي ارزښت لري او کومې نه؟؟

په ادبياتو کې شعر او شاعري داسې يوه برخه ده، چې هر څوک يې له خپلې ديدګاه ګوري، څوک يې څه او څوک څه بولي خو زموږ په اند ښه ده، چې ووايو ذوقي کار دی او ټول هنرونه د ذوق په خړوبولو کې ونډه لري او نه ده په کار، چې په دې پسې وګرځو ارزښت لري او که نه؛ ځکه دا مسله ډېره پېچلې او د يو ځانګړي بحث وړ ده، چې څه شی ادبي ارزښت لري او څه شی نه؟ په خپله د ادب ارزښت او د ارزښت(ارزښت) په څه کې ولټو او څه يې وګڼو؟

د څېړنو او تحقيقاتو په اصولو کې د فرضيو او پوښتنو جوړول د موضوعاتو د سپړلو په موخه کيږي خو که موږ دغه پوښتنې ځوابوو همدومره وخت پکار دی، لکه څومره مو، چې د شورۍ سپړلو ته ورکړی او په هره برخه مو يې جلا، جلا نظر ورکړی او پلټلې دي خو لنډه خبره دا ده، چې : (د ادبي او هنري ارزښت د ټاکلو لپاره هېچا کوم ټاکلی فورمول، چې د علمي فورمول په شان د ټولو د منلو وړ وي- نه دی وضع کړی ادبي ارزښت په نهايت کې پر ذوق تکيه کوي...)[101] زموږ يې هم د همدې ذوق له مسلو سره کار دی، څه مو چې ذوق خړوبوي راته ارزښتمن دي.

شورۍ هم د شعر په څېر درواخلئ که کتابي بڼه يې خپله کړه او له لهجوي فورمونو څخه راووتې بيا به يې د کره کتونکو مخ ته ور واچوو او ورته وبه وايو، چې اوس يې سره ګز کړئ، څه شی يې ښه څه يې بد او څه بايد پکې وي او څه ترې ايسته وغورځول شي، دا به بيا هغه مهال دوی سره ګوري خو د اوس لپاره، چې شورۍ د ميدان څخه لا نه ده راوتلې موږ دا اختيار هم کره کتونکو ته نه ورکو، چې د شورۍ په باب دا خبره وکړي، چې د شوريو ارزښت په څه کې دی؛ ځکه دا اجازه نه ورکو، چې (يو شی به ښکلی وي خو ګټور به نه وي او يا د دې په خلاف ګټور به وي خو ښکلی به نه وي)[102] او نه بايد له ټولو شوريګرو څخه دا تمه ولرو، لکه د اوسني دور مطرح شاعران، چې دوی دې په خپلو شعرونو کې ټولو سټرکچرونو ته پام وکړي سبکونه دې وپالي او شعري کالبونه دې په خپلو شوريو تطبيق کړي.

شورۍ د محتوا او موضوعاتو له مخې ډېرې پياوړې دي او شوريګر يې سره له دې، چې د سواد کچه يې ټيټه ده، په ډېره ښه بڼه وړاندې کوي که څه هم د لهجې په زور يې وزن تکيه کړی دی خو د عادي شاعرانو څخه يې په استعداد وياړ پکار دی، چې څنګه کولای شي په غوره کلماتو، ويونو او اصطلاحاتو... سمبال ځواب ځای په ځای د مقابل لوري شاعر ته ورکوي، هم يې قالب او چوکاټ ټاکي هم پکې متلونه او خوږې مکالمې، هم پکې اصطلاحات او نوي پيغامونه ځايوي.

دا په خپله د شورۍ ارزښت دی، چې ځانګړی سبک او طرز لري د نورې شاعرۍ په څېر يې ويونکی محتاج نه دی، چې قافيې په کاغذ کتار کړي، يوه قافيه له بل چا واخلي[103] او بيا يې د يو ښه شعر په نوم ټولنې ته وړاندې کړي ووايي، چې دې ته نو شعر وايي شعر.


اخيستنليکونه

 

۱ - دکتر محمدرضا حافظ نيا/ مقدمه ای بر روش تحقيق درعلوم انساني

۲ – عبدالقيوم زاهد مشواڼی/  زاهد پښتو، پښتو سيند/چاپ ۱۳۸۵ ل

۳ - پښتو، پښتو تشريحي قاموس، درېيم ټوک- چاپ  ۲۰۱۲ م

۴- محمد صديق روهي/ فلکلور پېژندنه  ۱۳۶۵ ل چاپ

۵ - د پکتيا ولايت د منګلو قبلې مشر جنت خان منګل د مرکې په بنياد

۶ - ښايسته جان احدي د منګلو قبيلې قومي مخور سره مرکه 

۷ - يوټوب چېنل / د منګلو لغات

۸ - د حاجي امين الله ځاځي سره ځانګړې مرکه

۹ – د نيک بادشاه ځدارڼ لغت

 ۱۰ - خیرمحمد منظر خیل، نوروالی خان خدر خیل لوعات

۱۱ - ډاکټره زېور رشتين زرغونه – پښتو نحوه ۱۳۹۷ ل چاپ 

۱۲ - پکتين يار محمد - د پکتيا د لهجې مورفولوژيکي او فونولوژيکي څېړنه – ناچاپ اثر

۱۳ - پوهنوال ازمون لعل پاچا- پښتو فولکلوري ادبيات /چاپ کال ۱۳۹۷ ل 

۱۴ - دکتر شميسا سيروش- نګاهی تازه به بديع- ويرايش دوم-چاپ ۱۳۸۱ ل

۱۵ – د زنګي خان، حاجي مت خان، محمدالدين او سخي مت خان لغت

۱۶ – د خير محمد منظرخېل لغت

۱۷ - د نيک ماجان او خيرمحمد منظرخېل مزاخيه لغت

۱۸ -  د استاد نجيب منلي سره د ياران وېبپاڼې مرکه

 ۱۹ -  د احسان الله درمل سره ځانګړې مرکه

۲۰ -  د محمد انور تبسم سره ځانګړې مرکه

۲۱ -  فلکلور پوه او فلکلور ټولونکي عبدالکريم پتنګ سره ځانګړې مرکه

۲۲ – د شوريګر او سندرغاړي ګل روفي شوقي سره ځانګړې مرکه

۲۳ -  زغم احمدشاه- فولکلور او فولکلوري ادبيات ۱۳۹۴ ل کال چاپ 

۲۴ –  د خوږمن ځاځي سره ځانګړې مرکه او وخت پر وخت ترې اخيستي مالومات

۲۵ – د طاهر ځاځي څخه وخت په وخت د مالوماتو د اخيستو له مخې

۲۶ – مصطفی سالک سره د خبرو پرمهال اخيستي مالومات

۲۷ – روهي محمد صديق / شعر پېژندنه 

۲۸ - څېړنوال احمدزی محمد اصف (په پښتو ادب کې طنز) ۱۷ مخ – ۱۳۹۷ ه ش چاپ د افغانستان علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

 


[1]  ۱۰۶ مخ- دکتر محمدرضا حافظ نيا/ مقدمه ای بر روش تحقيق درعلوم انساني
[2]   مشواڼی زاهد پښتو، پښتو سيند- ۱۱۹ مخ - چاپ دانش خپرندويه ټولنه ۱۳۸۵ ل
پښتو، پښتو تشريحي قاموس، درېيم ټوک- چاپ ميهن خپرندويه ټولنه ۲۰۱۲ م
[3]  روهي محمد صديق-  فلکلور پېژندنه- ۱۰ مخ
[4]   روهي محمد صديق – فلکلور پېژندنه ۱۵۶مخ
[5]  روهي محمد صديق- فلکلور پېژندنه  ۱۵۶مخ
[6]  روهي محمد صديق-  فلکلور پېژندنه  ۱۸۰ مخ
[7]  د پکتيا ولايت د منګلو قبلې مشر جنت خان منګل د مرکې په بنياد
[8]  نورګل شفق مرکه له زنګي خان پرېشان سره د ازادۍ راډيوي ادبي مجلې لپاره
[9]  موږ که د هغه مهال د چا نوم د مثال له پاره نه شو راوړلای يو دليل ورته لرو، چې په اوس وخت کې هم ځينې کسان همداسې په محفلونو ورګډيږي، چې په نوم پلټلو او پيدا کولو کې تر اخېره ناکام شوي يو، چې په راتلونکو صفحو کې به د دغو نوم ورکو شوريګرو له ښو شوريو سره مخ شئ خو د نوم نشتوالی يې زموږ لپاره يوه ننګونه وه او په پيدا کولو کې به يې د دې کتاب لوستونکي مرسته وکړي که بيا هم پيدا نه شول نو د تېر هغو په څېر به يې نوم ورکي شوريګر ونومو او بس./ليکوال
[10]  ښايسته جان احدي د منګلو قبيلې قومي مخور، مشر او شاعر هم دی، له شوريو سره ځانګړې مينه يې د يادولو وړ ده او مالومات يې هم د همدې مينې پر اساس په ځانګړې مرکه کې رانقل شوي.
[11]  (منګل او ځاځي د پکتيا دوه لويې قبيلې دي، چې په خپل منځ کې ډېرې زياتې قبيلوي مسلې او شخړې دځمکو پر سر سره لري، وخت ناوخت په يو بل د بريدونو ډېرې کيسې هم لرې او بل دا، چې د منګلو قبيلو په اړه په ياده سيمه کې ډېرې کيسې شته وايي که دې دعوه شوه ورسره بيا به دې نو خدای خلاصوي او همداسې وخت ناوخت يې د ځينو روايتونو او ټوکو په بنياد بې دعوې زندګي هم نه تيريږي، چې د ځاځيو او منګلو د شوريګرو له لوري په دغو ويل شويو شوريو کې يو بل ته ځوابونه وايي او همدغو کيسو ته اشارې سره کوي او د محفل ګډونوال منګل او ځاځي يې ډېر په مينه اوري...)
[12]  که په معياري ليکبڼه يې ليکئ (ړوي[اړوي] بدې [به دې ]) ليکل کيږي خو لهجوي فورم په نظر کې نيول شوی او بايد په لهجوي بڼه وليکلی او تلفظ شي، لنډون د منګلو او ځاځيو په لهجو کې زيات ليدل کيږي، که څېړونکي د ګرامر په دې برخه ليکل وکړي ښايي موږ ته ډېر نوي مالومات راورسوي...
[13] د پورتنيو لهجوي تورو اصلي او معياري بڼې دغسې ليکل کيږي( غويږونه/غوږونه، نه دو/ نه ده، پو ډېر/ په ډېر، پوکور/ په کار،  دغ / دغه، هغ/ هغه ، نوست/ ناست، موتم/ ماتم)
[14]  (روشه/راشه، [ايشکي معنی شپېلک]، ليار/ لار، موراور/ مرور، روغلي/ راغلي)
[15]  ( نې معنی باندې، اېمو/ زما، دروېغ جينی/ دروغجنی)
[16]  (ولمونه/ مېلمانه، بوم/ به هم، پردا/ پرده،  يايئ/ وايئ، وکئ/ وکړئ)
[17]  youtube.com/watch?v=XAkTlVhoOEE / د منګلو لغات
[18]  د حاجي امين الله ځاځي سره د تفصلي مرکې پر بنياد
[19]  (يايو/ وايو، بو/ به، هغ/ هغه، کو/ کړو، خريدور/ خريدار، کور/ کار، ځون/ ځان، ووره/ واوره، يايه/ وايه، هوښيور/هوښيار، تو/ستا ، وُر/ وار، بيدور/ بيدار، که/  کړه، څې/ ځې) د ځاځيو او څمکنيو په لهجه کې دا سر ويل شوی، چې د لهجې ويونه په ار بڼه داسې ليکل کيږي.
[20]  ( د حاجي مت خان له لوري ويل شوی دغه بيت په معياري ليکبڼه داسې ليکل کيږي:
شپه تېره ده زياته څو بجو ته رسېدلې ده
نه شي کړای لغت خوله يې غوږو ته رسېدلې ده) که همدا ليکل په پام کې ونيسئ نور لهجوي مسايل که په مخه درغلل ښایي ستونزه ونه لرئ که چېرته دغه بڼه په نظر کې ونه نيسئ او پورتنۍ اوښتې لهجوې بڼو ته مو پام نه و ښايي په اسانۍ سره د دغې پيل شوې شورۍ په نورو مسريو ونه پوهېږئ.
[21]  د لسم او يولسم ټولګيو لپاره بديع او بيان- ۱۵ مخ – د تاليف او ترجمې رياست
[22]  په دغه بيت کې ميدون معنی ميدان، کم معنی کړم، رصخت معنی رخصت.
[23]  په دې بيت کې ای غورو معنی د غورو، لوس/لاس، خلوص/ خلاص، مه که/ مه کړه، توبيت/ تبيعت...
[24]  شاعرون/ شاعران، بوندې/ باندې- تو/ تا- دېر/در، بو/ به، وکم/ وکړم، زه يم/ زه وايم، رصخت/ رخصت، مو/زما، تو/ ستا، ميدون/ ميدان، خون/ خان، ايتو/ ستا، پختيا/ پکتيا، ځون/ ځان، ارنې/ په ما، ((بدې/ به دې- بدې يو سيلابه وايي او په لهجوي بڼه برابر ويل کيږي)) خخ/ خښ معنی پيل شوی، سبيه – سبا، (لوچکي/ دا بايد يو سيلابه تلفظ شي، چې د لږ معنی ورکوي او سيمه ايزه اصطلاح ده، که چېرې تلفظ دوه سيلابه او چ په زور تلفظ کړو نو معنی يې بدليږي او د لوفرۍ او بد اخلاقۍ معنی به ولېږدوي، چې کاملاً د موضوع معنی او بڼه ورسره اوړي)، سلوح/ سلا، مسلوت، مصلحت، دو / ده.(دا بحث په لهجو او اصطلاحاتو کې لا زيات روښانو/ل)
[25]  ان داسې/ همداسې، ايلی- يلی/ ويلی، وسره/ ورسره، هوښيور/ هوښيار، لوتې/ اپلتې، ايده/ له ده، ليار/ لار
[26]  پې/ پرې، ارڅي/ راځي، توج/تاج، علوج/علاج، بې ځيه/ بې ځايه، ميدون/ ميدان، پوتې/ پاتې، حيرون/ حيران، دغ/ دغه، ځی/ ځای، بيون/ بيان، سوده/ ساده معنی مطلب لېږدوي، چې په محلي لهجه کې يې تلفظ هغسې دی.
[27]  جنګ په ټليفون دی، وايم دوی دوو ته به مخ کړمه
      ښه زړه به پرې يخ کړمه                                        (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[28] داسې به دې شين کړم لکه ډول ته چې لرګی خلاصوي
      تا به له ما خدای خلاصوي                (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[29]  نه مې موندل په هر ميدان مې غوښتل
کړي په غزل کې بې ادبه تقرير
په ځمکه راغلل په اسمان مې غوښتل
نن مې دی بريد په ثواب جان په نذير                          (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[30]  جنګ ده په اوږدو لږ به يې سړه ورسره واچوو
نن به د وزير په سر کيسه ورسره واچوو                                              (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[31]  غلی شه اسده ولې سرې ګولۍ ته ځان نيسې
فرق دې په کوپړۍ کې دی په نيم سړي ميدان نيسې                       (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[32]  ميدان نه شي ګټلی ويې نه منئ خبرې
عادت يې دی د غورې(غورو)                                       (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[33]  لرم په شعر کې تاريخ نه ستړيوم مېلمانه
شاعر ته نه دی ورسيخ شکل يې دی د شپانه                           (معياري ليکبڼه يې داسې ده)
[34]  لرم په شعر کې تاريخ خلکو به ليدلی یمه
شاعر چنګ نه شي وهلی زه چې درېدلی یمه
داسې به په ډېرو کې زه نوره ختلی یمه
والله چې خلاص به نه شي، چاچې رابللی یمه
قادره مه ډارېږه زه جنګېدلی یمه
اوس سره نه نيسي تريخ د نصيحت نمونه
[35]  شاعر ته نه دی ورسيخ دا اندازه لګيږي
دوی دي په کومه لګيا ټکي يې دوه لګيږي
دا پوهول نه شي کړای دې باندې شپه لګيږي
دوی چې کوم ټکی وکړ هغه ته لايه لګيږي
يو ته تاريخ لګيږي په بل يې بيا لګيږي
يو پښتانه لګيږي دا خامخا لګيږي
نوره شئ لاړ په تبليغ تللي دې نوره درانه/ د دغو مسرو اصل بڼه داسې ليکل کيږي او دوه قافيې مسلسل لري، چې شاعر پرې خپل مقابل لوری چلېنج کړی دی.
[36]  نې/ باندې، کو/کړو، خوشول/ خوشال، وکه/ وکړه، کم/ کړم
[37]  کشلي/ ښکلي، لوغتينه/لوغاتونه، زړينه/زړونه، وکئ/وکړئ، ميثول/مثال/ تشته/تښتم(چې وزير تشته د ه په زور تلفظ کوي، چې د تښتېدلو معنی لري که وايي، چې زه نه درنه تښتم نو داسې وايي، چې زه نه ديرنه تشتهَ!) او په دغه مسره کې (شاعره که ازميشته- که د کوم په معنی دی، چې په وزيرو لهجه کې همداسې تلفظ کيږي او ازميشتهَ د هـ په زور تلفظ کوي، چې د ازمايښت معنی لري)، کئ/کړئ، قضو/ قضا دا د پورتنيو مسريو لنډ وضاحت او دويونو ار بڼه وه.
[38]  غويږ/غوږ، ونسوئ/ونيسئ، ميږ/موږ، ديته/درته، ځوی/ځای، اخپله/پخپله، سول/سوال، څمه/ځمه، کي بو/ کو به، وېر/ور.
[39]  خلک (يو سيلابه تلفظ کوي د لهجې پر اساس) ، ويلوړ/ ولاړ، موردوړ/مردار(چټل –خراب)، مرض ( دا هم دوی يو سيلابه تلفظ کړی دی، چې د ناروغۍ په معنی دی)، يادونه: په پورته جوړښت کې لهجوي اوازونه ز او ض سره هم قافيه شوي دي او د دواړو غږونه يو ډول تلفظ کوي.
[40]  https://www.youtube.com/watch?v=UzSqf5HuTKg / naik badshah zadran loghat 2018
[41]  ويسره/ ورسره، لنګۍ/لونګۍ، ويښتون/وېښتان، پيدو/پيدا، څې/څو(څو دانې) ايښون/وښان، اردريمه/رادرومه ، ويړي/اوړي(ګرمي موسم)، ارڅه/راځه، ګړدېز/ګردېز(پکتيا ولايت مرکز)، کسې/کيسې(کسې دوی په ځدراڼو لهجه کې د (ې) په زېر تلفظ کوي)، ماف/معاف، ووره/واره(څو ځلې)، لګتې/ لغتې (په جوختو پښو ختل يا په لغته څوک وهل).
[42]  شيرو/شروع، سرينه/سرونه، نېره/نوره، پې/پرې، وپييږي/وپوهيږي، کار/قهر،غوسه( په خوست او پکتيا او د پولې پورې پښتانه يې هم داسې تلفظ کوي)، خلکې/خلکو، خياه/حيا، ښال/ښودل، ووښتي/واوښتو، ړم/اړم، لنګتۍ(په غېږنيونه کې چې مقابل لوري باندې د څملولو او چپه کولو په خاطر پښه راتاو کړې)، سيزيګي/سوځي، تون/لامده، وچې/وچو، ووړي/اوړو، ارتم/راتم، بولښتون/بالښتونه، پييږي/پوهيږي، اخپل/خپل، وېرته/ورته، مېړ/موړ(ماړه)، بېزه/بوځه، غيټې/غېږو( غېږنيونه کې، چې په پورتوګاښ کې سره نيسي)، زام/ زه وايم، دړد/درد، سپېخ( موږ ورته سپوخت وايو د انسان په وجود کې د پښتۍ لاندنۍ برخه، چې د غېږ نيونې په مهال په دې ځای ډېر زور راځي)، اېدې/دغو، ايدم/ د ده هم، بې بوی تلو/ بو به يې ته) ار بڼې يې داسې ليکل کيږي، که ژبپوهان په ځدراڼو، منګلو، وزيريستان کې پلټنې وکړي پښتو ته به ډېر نوي څه ورکړي.
[43]  روتللم/راتللم، په زېر/ په زور، روستلم/ راوستلم، مال/مهال، وکشلی/ کښلی(باسلی)، دويلس/دولس، اتخي/التحيات(له لمانځه وروسته اذکارو او تسبيحاتو ته، چې يو کس په قات ذنګنونو کيني)، ارجګ/ راجګ، کشې/ کې، بو/ به، کو/ کوي، دېمو/ زما، نصيخات/ نصيحت، زياړې(ښکنځل)، روته/راته، وکو/ وکړي، شه/ښه، رولګيژي/رالګيږي، توبيت/تبيت.
[44]  دا بيت په معياري ليکبڼه داسې ليکلی شو:
اول وې تبليغي اوس ټوپۍ غواړې داسې لوفر شوې
د دغې دا مطلب دی، چې شيطان ته سلنډر شوې
دغه بيت په لومړۍ مسره کې يو سيلاب زيات دی خو د لهجې په زور يې ستونزه هواره شوې (داسې) يو سيلابه (داس) تلفظ کوي او په محفل کې شورۍ مقابله هم په اېښودل شوي پکول ده، او د وزيرو په لهجه کې (اوس په ايس، ټوپۍ په ټيپۍ، غواړې په غوړي، داسې په داس، شيطان په شيطون) تلفظ شوي دي او سلنډر وزير، خوستي او د ډېورنډ نفوذي کرښې پورې اورې اکثر پښتانه اوسنيو ګازي ډبو ته وايي، چې د رڼا لپاره کارول کيږي.
[45]  بو/به، ژغيژي/غږيږي، شاعرون/شاعران، کيژي/کيږي، دمره/دومره، کو/کوي، پې/پرې، خوشوليژي/خوشاليږي، اېمو/ زما، تو/ستا، لګيژي/لګيږي، څېمره/څومره، روغلي/راغلي، خوشيژي/خوښيږي، بجې/باجې، ډيلينه/ډولونه، اروړي/راوړي، تيريژي/ تيريږي، ګيله کې/ ګيله کړې، دغ ځي/ ددغه ځای، اړيژي/اوړو(تيريږو همدلته يې پرېږدو)، ورسوه/ ورساوه.
[46]  ټيپۍ/ټوپۍ، بو/ به، مالوميژي/ مالوميږي، ميژ/ موږ، کيژي/ کيږي، پشتې/ پښتو، ښيريژي/ښوريږي(ګرځي)، ملګرې/ملګرو، نسکيريژي/ نسکوريږي، ايتوس/ستاسو، وېړکيو/هلکانو، لګيژي/لګيږي، ايمو/ زما، داس/ داسې، اسونه/ اسانه، کيژي، کيږي، روستلی/ راوستی، کليول/کليوال، ارنې/ راباندې، خبريژي/ خبريږي، درويغ/دروغ، ديتا/درته، ويايه/وايم، ايس/ اوس، ولګي/ولګيږي، وليژي/لويږي، مالوميژي/ مالوميږي، دارې/داسې، نه دو/ نه ده، کيژي/ کيږي، دو/ ده، ټينګيژي/ ټينګيږي، شېرې/ شروع... بايد په معياري ليکبڼه په دويم ډول وليکل شي اوله بڼه يې محلي وزيريستانۍ لهجه ده.
[47]  https://www.youtube.com/watch?v=nggZ29HP_Uc /شاعر خیرمخمد منظر خیل نوروالی خان خدر خیل ڈیر زبردست لوعات
[48]  https://www.youtube.com/watch?v=YuS89iZ9Uus
په بشپړ ډول دا شورۍ په پورتني لينک  اورېدلی او خوند ترې اخيستلای شئ.
[49]   قدرمن شاعران راغلل ميدانه ته
یو مې زړه دی او دا بل مې دی ځيګر
لغاتونه خامخه ورسره کړای شمه
ما نيولی دی په توره شپه ډګر
(همدغه رباعي که واورئ موسيقاران پکې طرز مومي؛ ځکه شوريګر يې په کړای شم کې (ه) باندې فشار راوړي او همداسې ډګر کې (ر) ته هم خج يا زور ورکوي، چې ډول غږونکی او باجه مار دواړه همدلته سر ته امادګي نيسي او يو خوندور غږ ترې باسي، چې د شوريګر له شورۍ سره موسيقي همغاړې کيږي.
[50]  ډاکټره زېور رشتين زرغونه – پښتو نحوه(له نويو زياتونو سره)۱۳۹۷ ل چاپ – مومند خپرندويه ټولنه
[51]  ډاکټره زېور رشتين زرغونه – پښتو نحوه(له نويو زياتونو سره)۱۳۹۷ ل چاپ – مومند خپرندويه ټولنه
[52]  مو/ما، تو/ تا، ويژني/ وژني، يايي/ وايي، پرو/ پروا، توسې/ تاسې، کور/ کار، دېموږ/ زموږ، توبيت/ تبيت، ميدون/ ميدان، بو/ به، لوړ/ لاړ او وېړه معنی خواره دي، چې له وېړ يعنې خور شوي څخه اخيستل شوی.
[53]  په معياري ليکبڼه کې، ځوی/ ځای، کرور/ کرار، چوکۍ/ څوکۍ، موکمه/محکمه(کلکه)، شلمه/ اوږده(لويه)، سبو/ سبا، ځوون/ ځوان، زوړه/ زاړه تلفظ کيږي.
[54]  يايم/ وايم، ول/ اول، ځوی/ځای، پوښتونه/پښتانه.
[55]  ځونه/ له ځانه، ياييه/ وايه، نې/ باندې، رنه/ رانه ، کور/ کار، توبيت/تبيت، پو/ په ، تو/ تا، ارنه/رانه ، مو دپوره/زما لپاره، چوړه/ چاړه.
[56] مشواڼی زاهد- زاهد زاهد پښتو قاموس- ۲۶ مخ چاپ ۱۳۸۵ ل کال- چاپ دانش خپرندويه ټولنه
[57]   ډاکټره زېور رښتين زرغونه – پښتو نحوه ۱۰۳ مخ- چاپ ۱۳۹۷ ل کال – مومند خپرندويه ټولنه
[58]  ډاکټره زېور رښتين زرغونه – پښتو نحوه ۱۰۳ مخ- چاپ ۱۳۹۷ ل کال – مومند خپرندويه ټولنه
[59]  پکتين يارمحمد - د پکتيا د لهجې مورفولوژيکي او فونولوژيکي څېړنه – ناچاپ اثر
[60]  پوهنوال ازمون لعل پاچا- پښتو فولکلوري ادبيات ۱۳۷ مخ چاپ کال ۱۳۹۷ ل دويم چاپ– يار خپرندويه ټولنه
[61] دکتر شميسا سيروش- نګاهی تازه به بديع- ۱۸۵ ص ويرايش دوم-چاپ ۱۳۸۱ ل چاپخانه رامين
[62]  د مجيد شاعر له لوري ويل شوې دغه کيسۍ په کره ليکبڼه کې داسې ليکل کيږي، چې د عامو لوستونکو لپاره يې وينګ اسانه شي:
(ج) چې (خ) نه راغی (م) ته يې څه شی و راوړي
مانا يې چې راکوي ډېر عالمان به کړې پرې ستړي
[63]  وکئ/وکړئ – ارسره/راسره – سې/پسې – ايرام/ ارام – خور/ خوار – زړکدم/زړکدن – ځوی/ ځای
[64]  هُما/ هماغه – نې/رانه – چېته/چېرته – رته/راته.
[65]  ورېځې/ورځ – دولته/دلته – اردريږي/رادريږي.
[66]  ديته/درته – ښه يمې/ښايم- بروبر/برابر- اسونه/اسانه – پوړيږي/ پړکيږي.
[67]  ورېره/وروره – بوسې/باسې – ناکوم/ناکام – غوړم/غواړم – ماليم/ معلوم
[68]  زاهد پښتو، پښتو سيند
[69]  څېړنوال احمدزی محمد اصف (په پښتو ادب کې طنز) ۱۷ مخ – ۱۳۹۷ ه ش چاپ د افغانستان علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست
[70]  ازمون لعل پاچا – پښتو فولکلوري ادبيات ۲۲۴ مخ – ۱۳۹۷ ل چاپ /يار خپرندويه ټولنه
[71]  https://www.youtube.com/watch?v=EGr-HsVXXiA
Khost Lughat ( Pashto poetry / freestyle rap ) - Zangi Khan , Haji Mat Khan

[72]  نه دې برېت شته نه دې ږيره وچ ککړ ولاړ يې
و نيک محمدخانه وروره ته خو هسې بمبړ ولاړ يې(معياري ليکبڼه)
[73]  چې خلک يې ويني مخ څټ دواړه سره پرې تور کړئ
په خره باندې يې سپور کړئ!(معياري ليکبڼه)
[74]  دغه يو يې وښود چې وچ ککړی دی لږ نری دی
دا بل يو ته چې وګورم د کوم کمر پېری دی؟(معياري ليکبڼه)
[75] https://www.youtube.com/watch?v=1-9Rk4EbacA
Kher mamad manzarkhel and nekmajan zabardast loghat

[76]https://www.youtube.com/watch?v=fOWRzB0yh24&t=2167s/ Pashto Best Mazakhya loghat | Khair Muhammad best pashto loghat

[77]  شاعره خيرمحمده زه منم زده دې لغت دی
صفا لکه دا نيم څټاکی دومره دې صورت دی
[78]   څېړنوال احمدزی محمد اصف (په پښتو ادب کې طنز) ۸۵ مخ – ۱۳۹۷ ه ش چاپ د افغانستان علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست
[79]  څېړنوال احمدزی محمد اصف (په پښتو ادب کې طنز) ۱۰۳ مخ – ۱۳۹۷ ه ش چاپ د افغانستان علومو اکاډمي، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست
[80]  داسې تکړه شاعر مې ونه ليد تر سټو پورې
ارمان چې ښه مې دروستلای وی تر خوټو پورې
دا د مجلس د ګډونوالو او شوريګرو ترمنځ پېښېدونکی يو واقعيت دی، سټې مطلب(د ګردېز او خوست ترمنځ د ځدراڼو ساحه کې د سټو کنډو دی) او پورته ذکر شوی بيت مو يوازې همدې برخې ته د پاملرنې په نيت راوړ او د يو ځانګړي کار موضوع ده او ورته نورې برخې هم لري، چې د ټولو راټولول موږ له خپلې موضوع لرې کوي./ل
[81]  نه ورته پوهېږم څه کيسه يې اورېدلې ده
ګورئ مرسلين، چې اوس يې چينګه خوله نيولې ده.
[82]  www.yaraan.com/archives/2138  استاد نجيب منلي مرکه
[83]  زاهد پښتو، پښتو سيند ۷۳۹مخ – چاپ ۱۳۸۵ ل کال – دانش خپرندويه ټولنه
[84]  روهي محمد صديق- فلکلور پېژندنه ۹۸ مخ – ۱۳۶۵ ل چاپ کابل مجله
[85]  روهي محمد صديق- فلکلور پېژندنه ۱۰۰ مخ – ۱۳۶۵ ل چاپ کابل مجله
[86]  روهي محمد صديق- فلکلور پېژندنه ۹۸ مخ – ۱۳۶۵ ل چاپ کابل مجله
[87] روهي محمد صديق- فلکلور پېژندنه ۹۳ مخ – ۱۳۶۵ ل چاپ کابل مجله
[88]  د احسان الله درمل سره د ځانګړې مرکې په بنياد
[89]  محمد انور تبسم سره د ځانګړې مرکې په بنياد
[90]  عبدالکريم پتنګ سره د ځانګړې مرکې په بنياد
[91] د ګل روفي شوقي سره د ځانګړې مرکې په بنياد
[92]  ازمون لعل پاچا-  پښتو فولکلوري ادبيات- ۱۴۶ مخ
[93]  زغم احمدشاه- فولکلور او فولکلوري ادبيات- ۱۰۰- ۱۰۱ مخونه ۱۳۹۴ ل کال چاپ – د افغانستان ملي تحريک
[94]  ازمون لعل پاچا-  پښتو فولکلوري ادبيات- ۱۴۶ مخ – ۱۳۹۷ ل کال چاپ – يار خپرندويه ټولنه
[95]  زغم احمدشاه- فولکلور او فولکلوري ادبيات- ۱۷ مخ ۱۳۹۴ ل کال چاپ – د افغانستان ملي تحريک
[96]  روهي محمد صديق- فلکلور پېژندنه- ۹۸ مخ ۱۳۶۵ ل کال
[97]  Markhom Marbik Ghanam aw Sedamatkhan loghat Khost/
https://www.youtube.com/watch?v=v4NNZmc3vV4
[98]  د خوږمن ځاځي سره د مرکې په بنياد، حکيم جان فريادي لوستی شاعر دی، د خپل وخت ښې زده کړې يې کړې وې او ډېر قوي ذهن څښتن و.
يادونه: د ځاځيو په لهجه کې اکثره وخت ( الف په واو تلفظ کيږي، لکه ځان، په ځون، خان په خون، غماز په غموز، بېلماز په بېلموز وايي، چې د دې رسالې په ټولو برخو کې په لهجوي بڼه راغلې او بيا معرفي شوې که په کوم ځای کې له موږ څخه د ځينې ځايونو واضح کول او تشريح پاتې وي نو دې بڼې ته يې پاملرنه پکار ده)
[99]  روهي محمد صديق- شعرپېژندنه ۸۱ مخ – چاپ ۱۳۸۵ ل – دانش خپرندويه ټولنه
[100]  روهي محمد صديق- شعرپېژندنه۸۰ مخ – چاپ ۱۳۸۵ ل – دانش خپرندويه ټولنه
[101]  روهي محمد صديق- شعرپېژندنه۵۷ مخ – چاپ ۱۳۸۵ ل – دانش خپرندويه ټولنه
[102]  روهي محمد صديق- شعرپېژندنه ۵۵ مخ – چاپ ۱۳۸۵ ل – دانش خپرندويه ټولنه

[103]  درمل صاحب د يو شاعر (ملاقافيه)خبره کوله، چې قافيې به يې کتار کړې او بيا به په ښار کې ګرځېده، چې که له چاسره په دې قافيه کومه قافيه وي دی يې اخلي....