د وردګو د واده دود او بدلې (۴)
ویشنه:د واده دود دستور او سندریز ځېلونه
لیکوال: احسان الله ارینزی
څلورمه برخه
لويې وي او د يوه يا دوو مشرانو له خوا اداره كېږي، د ډېرو نورو كسانو او په تېره بيا د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې كېږي؛ ځكه نارينه ډېر د دوى خبرو ته غوږ نه نيسي او د دوى سليقوي يا ځاني غوښتنې نه مني. د مثال په توگه په ټول كور كې يو ډول خواړه پخېږي، كېداى شي چې نوې ناوې د داسې خوړو سره مينه ونه لري او زړه نازړه يې پاخه كړي او يا وخوري. له بلې خوا د ځاني غوښتنو، سليقې او د شخصيت د تبارز د لارو چارو په څرنگوالي كې كمكي اختلافونه ورو- ورو زياتېږي او په خواږه كورني چاپېريال كې ستونزې، ناخوالې او شخړې مينځ ته راوړي او ډېرې كورنۍ د زړه بداوي او خپگان پولو ته رسوي؛ خو لا هم ټوله هڅه دا وي چې خبرې ناوېلې پاته شي، ارمانونه رژيدلي پاته شي، بهر څوك خبر نه شي او هر څه په پټه خوله تېر شي!
په وردگو كې نوې ناوې ژر حمل اخلي او دا ځكه چې د كورني پلان جوړونې دود ، فكر او سيستم نشته. د كور مشران هم غواړي چې نوې ناوې ژر حمل واخلي او دوى ته ماشوم (مخصوصاً زوى) وزېږوي. وايي كه كومه ښځه ژر- ژر د يو- دوو زامنو مور شي؛ نو خلك وايي چې خپل سر يې وگاټه يعنى هغه لگښت چې پرې شوى و، بېځايه نه و او دا دى كور ته يې هلكان وزېږول.
په وردگو كې هغه ځوانې مېرمنې چې حمل اخلي، دا خبره په زغرده له ټولو سره نه شي شريكولى، دا لكه يو عيب چې وي، يو كاملاً طبيعي كار شرم بلل كېږي. په هر صورت مشرانې ښځې د حامله ښځې په وجود كې فزيكي بدلونونو ته متوجه كېږي او ورو- ورو ټول په دې خبرېږي چې (پلانۍ) اميدواره (بلاربه- حامله) ده او د مياشتو حساب ورته نيسي.
په وردگو كې لا ښځينه ډاكټرانې نشته او ځوانې ښځې معمولاً د خپلو ميندو- خواښو او يا د چم- گاونډ د كومې بلې سپين سرې او تجربه لرونكې ښځې تر څار لاندې ولادت كوي، لا هم خلك په دغسې مواقعو كې ملايانو او تعويذونو ته ورځي او غواړي چې د خپلې نږور او زېږدونكى ماشوم ژوند د بدو سترگو، بلاوو، شيشكو او نورو ناپېژنودلو موجوداتو او ناروغيو څخه په امان كې وساتي.
يو بل بحث چې په وردگو كې ډېر د پاملرنې وړ دى دا دى چې په كليو كې د ډېرو خواښو او ناويو (نگور) اړيكې اكثراً ښه نه وي. خواښې ځان د كور مشره او واكداره بولي؛ خو ناوې پس له څو كاله او په تېره بيا پس له دې چې د اولادنو مور شي، ځان د كور مالكه بولي او غواړي چې خپلې چارې په هغه طريقه اداره كړي چې دا يې غواړي. كه د داسې ناوې (نگور) ميړه خويندې هم ولري په ډېرو كورونو كې د دوى اړيكې هم ښې نه وي او ډېر ځله په وړو- وړو خبرو خوږ كورنى چاپيريال په تاوتريخوالي بدلېږي او خپگانونه مينځ ته راځي. ډېر ځله داسې فكر كېږي چې خواښې د خپل ژوند كسات له خپلې نگور څخه اخلي يعنى كومې ناخوالې چې له دې سره په ځواني كې د مېړه په كور كې شوې وي اوس له خپلې نگور سره كوي. دا متاسفانه د ډېرو كورنيو په ژوند كې يو تريخ تكرارېدونكى بهير دى چې تر ډېره به لا روان وي او د ډېرو راتلونكو ځوانانو ژوند به پكې تريخ تېرېږي.
د دې كتاب په بل فصل كې د ماشوم په زېږېدو باندې لږ اوږد بحث شوى دى؛ خو يو څه چې د يادولو وړ دى هغه دا دى چې واده شوې ښځه تر هغه وخته پورې د مېړه په كور پورې اړه لري چې ژوندۍ وي. ښځه د قبيلوي اند دود د يو مظبوط قانون په توگه د مېړه له كور سره تړلي وي، په پښتنو كې طلاق په نشت حساب دى؛ خو هغه وخت چې دا ښځه مړه شوه اړيكې يې د مېړه له كور سره شلېږي او دا بېرته د خپل پلار- نيكه په كور پورې اړه پيدا كوي، جنازه به يې بېرته هملته ځي او په خپله پلرنۍ هديره كې به خاورو ته سپارل كېږي.
په وردگو كې غير معمولي ودونه:
هغه څه چې تر اوسه تاسو گرانو لوستونكو په دې كتاب كې ولوستل، د يوه عادي او طبيعي واده بهير و چې په ټولو خلكو كې عام مقبوليت لري؛ خو په پښتنو كې ځنې غير معمولي ودونه هم شته چې دلته به په لنډه توگه خبرې پرې وكړو:
1- د ټوپك ويشتل:
په وردگو كې كه يو څوك وغواړي چې يوه پېغله وكړي؛ خو د پېغلې پلار د دوى غوښتنه، د دوى مركه، حتى د دوى ننواتى ونه مني؛ نو كېداى شي چې دا ځوان په پېغله باندې ټوپك وولي. د دې ډزو مانا دا ده چې ده په دې پېغله باندې دعوى وكړه او پلارگنۍ به يې د پېغلې كور ته جرگه او ننواتې لېږي([1]). كه دا ننواتې ومنل شوه زوم به ټول هغه ولور او لگښتونه مني چې د پېغلې د پلار يا كوم بل واكدار له خوا پرې ايښودل كېږي. د پښتنو په ځينو سيمو كې ټك هغه وخت كېږي چې پېغله د كوم كار له پاره بهر ته وتلي وي. كه پېغله په كلا كې هم وي، كلا ته نژدې ډزې يا حتى دا ږغ پورته كول چې د پلاني خور يا لور زما شوه په پېغله باندې د (مالكيت) د اعلانولو مانا لري. په پښتنو كې داسې پېغله د خپل سرنوشت تر ټاكلو پورې له كوره نه وځي او حتى له خلكو څخه مخ پټوي. ځنې پكتياوال وايي چې د (پلاني) په خېلخانه يا كورنۍ (غږ ويل شوى)، داسې كورنۍ معمولاً په يوه اضطراري حالت كې وي او ټولې شا او خوا پېښې په ځير څاري.
كله چې د ننواتې جرګې د پېغلې د پلار لگښتونه ومنل، د هلك د خوا مشران به د دروازې بد وركوي. د دروازې په بدو كې نغدي ناغه يا جريمه، د پسه حلالول او حتى د ښځې (تنكۍ پېغله يا پوره پېغله) وركول شامل دي.
كه د ځوان پلارگنۍ د پېغلې د واكمنو شرطونه قبول نه كړي، خلك دا كار د بدي په نيت عمل بولي او د پيغلې پلار يا ورور او د قبيلې ټول نژدې تربرونه مكلف دي چې د شرم د ساتلو په دود له تېري كوونكي سره چلند وكړي او هغه مړ كړي. خلك هغه ښځه (پېغله) چې مرگ پرې شوي وي(سورټكرى) بولي. عوام سوړ ټكرۍ ته په ښه سترگه نه گوري او د مرگ ژوبلې عامل يې بولي([2]).
(د پښتو ټولنيز- اقتصادى جوړښت) كتاب د ږغ كولو په برخه كې يو بل حالت هم څېړي او ليكي داسې هم كېداى شي چې د جنۍ پلارگنۍ خپله لور په بيړه بل چا ته په نامه كړي. اوس نو هغه ځوان چې ږغ يې كړى بايد دغه دوهم سړى ووژني او جنۍ ځان ته پرېږدي. كه جنۍ د بل چا په نامه شوه ولور يې نه وي او پلارگنۍ يې يوازې دا غواړي چې جنۍ په پرده كې خوندي شي او د يو چا د حمايت په سيوري كې راشي.
كه فرضاً د جنۍ پلارگنۍ خپله لور همغه ځوان ته وركړي چې ږغ يې پورته كړى دى، د دې ځوان كورنۍ مكلفه ده چې د دوو ښځو په اندازه ولور وركړي (د پښتنو ټولنيز ، ص 186).
په ځينو پښتنو كې ټكري اخستل هم د ډزو معنى لري. د ټكري اخستل يو تعاملى حق دى؛ خو په دې شرط چې مابعد مراتب يې په ننواتې سره سر ته ورسېږي. كوم سړى چې د پېغلې ټكري واخلي بايد د ډزو د دود په شان د پېغلې د پلار يا نورو مشرانو ټول شرطونه ومني. جرگه به ورته كينوي، ننواتې به ورځي. د دروازې بد به وركوي او كه نه بيا مجرم گڼل كېږي او ښايي چې د بدي تاوان ته تيار شي.
ټكرى اخستل يا د ټوپك ويشتل په حقيقت كې پر ښځه باندې د نارينه غږ كول دي. د ټكري په اخستلو كې ځوان دا ټكرى له ننواتې سره جوخت د هغه پلار ته ليږي.
په مړو ښه ښځه باندې ټك كول يا د هغې ټكري اخستل دروند شرم دى او په پخه طريقه به ننواتې په ځاى كوي. د دې عمل مقابله اكثراً په مرگ او وژلو كېږي([3]).
د ژوب او بوري د سيمو پښتانه دې دود ته (اړه) (بنده) وايي. په دې سيمو كې كه څوك كومې كورنۍ ته خپله خور- لور نه وركوي، دا ځوان د ځان سيال نه بولي يا دغه ځوان په كلي- كور كې سم نوم ونه لري او يا د گټې وټې نه وي، پك وي، پمن وي يا كوم بل عيب ولري؛ نو دغه راز ځوان كه چېرته زورور هم وي، د پېغلې د كور مخې ته درېږي، پنځه ډزې كوي او ناره باسي چې په دې كور كې هغه پلانۍ نجلۍ په ما اړه يا بنده سوه. د (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) ليكوال ابوالخير ځلاند ليكي چې په داسې حالاتو كې ولس ډېره مداخله نه كوي؛ خو د پېغلې د كور كوم ځوان (كه دوى هم وس ولري) د ځوان د كور مخې ته همداسې ټكان كوي او ورته ناره وباسي.
په دې صورت كې بدي پيل شي، دواړه كورنۍ هاغه (بندې) پېغلې خپل عزت او ناموس بولي او پښتانه خو له ناموسه تېرېدى نه شي!([4])
عطايي صيب ليكي چې ناموس په عامه اصطلاح كې ښځه ده. په لومړۍ درجه كې ماندينه، بيا مور او خور او نورې نژدې ښځې په ناموس كې راځي. د زانگو كوچنۍ نجونې هم ناموس بلل كېږي.
د چا د ناموس بې احترامى غټه گناه ده او په ناموس تېرى نه بښل كېږي. د يو چا ناموس ته په لفظ بد ويل هم لويه ناغه او شرم لري. د لوېديځو قبايلو په مينځ كې دا اصطلاح هم شته چې د كرنې زمكه هم ناموس ده؛ خو كنايتاً وطن او مېنه دواړه د ناموس په جمله كې راځي.
په پراخه ساحه كې د خېلخانې ټولې ښځې د ناموس په درجه كې دي. په قبيلوي ژوند كې ناموس د ننگ محور دى، پښتانه وايي (مال تر سر جار، سر تر ناموس)([5]). په ژوب او بوري كې داسې نجونې چې بندې وي، څوك د واده له پاره نه غواړي كه څوك داسې پېغله وغواړي؛ نو له هغه چا سره به بدي په غاړه اخلي چې په دې جلۍ يې ټكان كړي دي. كېداى شي چې داسې پېغلې د پلار په كور زړې او بيا ډېرې ارمانجنې مړې شي. د دې ستونزې د حل بله لاره دا ده چې جرگه جوړه شي او څه د حل لار ورته راوباسي([6]).
2- يو پر بل باندې مبارك كول
دغه راز واده زياتره په وړكتوب كې د رضايت په صورت كې تر سره كېږي. كله- كله دوې ميندې يا پلرونه چې يو له بل سره نژدې اړيكې ولري يو بل ته وايي چې ستا كمكۍ لور زما د كمكى بچى (زوى) شوه او دواړه دا خبره له خپلو- خپلوانو او كليوالو سره شريكه كړي او لږ خوږه ووېشي. د بېلگو له مخې داسې ماشومان يو په بل بارك شوي چې لا نه دي زېږيدلي. د نېمچه پېغلتوب يا پېغلتوب په وختونو كې هم د بارك كېدو امكانات شته([7]). مثلاً يو څوك له چا نه وېره لري چې هغه به يې په خور يا لور ټوپك وولي او يا ږغ پورته كړي او دوى داسې خېښي ته تيار نه وي او نه غواړي چې خپله خور- لور وركړي، كه په داسې تنگ وخت كې دا پېغله بل ريبار يا غوښتونكي لري؛ نو ژر له هغه سره دعا كوي او كه نه؛ نو په خپل كور كې يې په كوم ځوان يا مشر سړي باركه كړي او په دې ټوگه د پېغلې له پاره يو خاوند پيدا كړي. د باركي په صورت كې كه ماشومان ځوانان شي او يا پېغله په ځواني كې باركه شوې وه، واده يې د معمولي ودونو په شان په ځاى كېږي.
ښاغلى ابولخير ځلاند په (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كې ليكي چې په هغه سيمو كې چې چغيان ويل كېږي (ږوب، بوري) دې دود ته (زرغونه تڼۍ) وايي.
په دې دود كې دوه ملگري چې ښځې يې بلاربې وي يو بل ته د جامو زرغونه تڼۍ وركوي. د دې خبرې مطلب دا دى چې كه د يوه زوى وشو او د بل لور؛ په ځوانۍ كې به دا جلۍ د همدې ځوان ښځه وي.
د ځلاند د ليكنې له مخې د دې دود شا ته د ولور د پيټي د دروند بار كرغېړنه څېره له ورايه ښكاري؛ ځكه د داسې ماشومې جلۍ ولور ډېر لږ(شل پنځه ويشت زره روپۍ) وي. په داسې حالت كې د ماشومې جلۍ اړ مور او پلار دا پيسې د خپلو روځنيو نيمگړتياوو د ليرې كولو له پاره غنيمت بولي، بله خوا د هلك كورنۍ په دې خوشاله وي چې خپل راتلونكى ځوان زوى ته په وړيا ښځه راوړي؛ خو كه په ځوانۍ كې واده ورته وكړي؛ نو په لكونو روپۍ به لگوي!
ښاغلى ځلاند ليكي چې داسې نجونې په 12- 14 كلن عمر كې ودېږي او دا داسې وخت وي چې نه دا جلۍ په مېړه ښه پوهېږي، نه د خپل نوي كور د مشرانو قدر كولاى شي، نه په اولاد خبره وي، نه د كور كارونه په سمه توگه سرته رسولى شي او لنډه دا چې ډېره نابلده ښكاري، لا ماشوم خاصيتونه كوي او داسې پېټې ور په غاړه شي چې دا يې پورته كولو ته نه وي چمتو. ځلاند په دې هكله يوه په زړه پورې انگۍ هم اخستې ده:
د سپينې خونې پر وره روپۍ
وروڼو وركړكې (وركړې) يمه كوشنۍ (كوچنۍ)
وه خورې خود به وهم بوغې
خوله مه نوده ده د مور په پۍ
يو زندې كور دى خوركۍ ژړۍ
كه مه كار وكئ د نادانۍ
دوى به يايي (وايي) ضد يې اخستى دى
د داسې يوې كمكۍ ناوې مور هم غمجنه وي او وايي،
توره تياره ده ډېوه لگېږي
زړه مه له غمه خدايه ډوبېږي
نن مه نازكه لوركۍ ودېږي
سبا يې روځ ده چې جلا كېږي
و پردي كور ته به داخلېږي
ډېره وړه ده زړه مه درزېږي
په اصطلاح به يې څنگه پوهېږي
الله د خير كې څنگه به كېږي؟([8])
په پاسنۍ انگۍ كې په (اصطلاح پوهېدنه) دې ته وايي چې دا كمكۍ نابلده جلۍ به د دې كور په دود- دستور او ناسته پاسته څنگه پوهېږي؟
3- تېښته:
هغه حالت دى چې پېغله د خپل پلار د نظر په خلاف، په پټه د يو چا كور ته وتښتي. تېښته په وردگو كې ډېره كمه او د هېڅ په شمار ده.
پېغله اكثراً د هغه ځوان كور ته تښتي چې د دې خوښ وي او په دې پسې يې جرگې استولي وي.پښتو قاموس دغسې پېغله چې د مېړه په طلب او مصلحت د پلار له كوره تښتي (مټيزه) بولي. هغه پېغله چې د خپل راتلونكي مېړه له خوښې پرته او بې مصلحته د هغه كور ته ورشي (شينگړى) يا (شيگړه) بلل كېږي.([9]).
تېښته ناغه لري. خلك دې ته غږ كول وايي. د كندهار او هلمند خلك يې (ناره) بولي. عطايي صاحب ليكي: ( ږغ هغه عمل دى چې كومه پېغله د يو چا په كور ننوزي) ځنې قبيلې په دې پېغله كلك درېږي او خپل ناموس يې بولي؛ خو د پېغلې د پلار عذر به كوي او ننواتې به ورته كيني. د لويديځې خوا قبايل دا ډول پېغله له كوره باسي. پېغله دا عمل په دوهم او دريم وار هم تكراروي. كه د څلورم ځل له پاره پېغله په كور ورننوتله؛ نو بيا يې خپله گڼي او ساتي يې([10]). خلك دا ډول ښځې ته په ښه سترگه نه گوري او (سپكه) يې بولي. په وردگو كې تښې ښځه د عم تر پايه پورې د پلار په كور نه منل كېږي.
4- تښتول:
داسې هم پېښېږي چې څوك دې يوه پېغله وتښتوي. دا دروند جرم دى او د مقرراتو سره سم درنده ناغه لري. د مړوښې ښځې تښتول مرگ لري يعنې فيصله نه شي پرې كېداى او ننواتې هم نه منل كېږي. كه مړوښه وتښتي او بل سړى يې وكړي هغه وژل كېږي.
عطايي صاحب ليكي: (د مړوښې ښځې پور اووه سره دي. په دې معنى كه كوم څوك دا ښځه وتښتوي هغه وژل كېږي. كه هغه په خپل مرگ مړ شي او دا ښځه بل څوك وكړي، هغه هم وژل كېږي او كه هغه هم په خپل مرگ مړ شي او دا ښځه بل سړى وكړي هغه هم پوروړى بلل كېږي او وژل يې د تښتول شوې ښځې د اصلي مېړه حق دى. دا حق د دې ښځې تر اووم مېړه پورې پور دى. كه له دې ډلې څخه كوم يو دا ښځه په بې خبري وكړه لومړى به خبرېږي او كه يې ښځه نه پرېښوله، وژل يې جواز لري([11]).
د ژوب- بوري د كاكړو په سيمو كې د چا د خور- لور يا ښځې تښتول د نورو پښتنو په شان دېر دروند جرم دى او خبره په قتل پاى ته رسي. كه تښې ښځه ورسره رضا وه هغه هم وژله كېږي او كه ښځه گرمه نه وه يوازې نارينه تورن وژل كېږي، كه تورن د ښځې خپلوانو ته په لاس نه ورتله د هغه د وروڼو يا نژدې تربرو سرونو ته هم خطر وي.
د افغانستان د جزا قانون د (اختطاف) څپركى وايي كه چېرته څوك يوه جلۍ چې اتلس كلن عمر يې پوره كړي نه وي، په خپله يا د بل چا په لاس بې له حيلې او اكراه څخه اختطاف كړي(يا وتښتوي- ليكوال) په داسې بند محكومېږي چې له لسوكلونو څخه زيات نه وي. كه دا كار په حيله او اكراه وشي، تښتوونكى په ډېر اوږده حبس محكومېږي. كه څوك يوه ښځه چې اتلس كلن عمر يې پوره كړى وي په خپله يا د بل په لاس اختطاف كړي په اوږده بند محكومېږي. كه اختطاف شوى مړوښه وي، يا نا مشروع فعل ورسره وشي، تښتونكي ته د ټاكل شوي بند زياته موده اورول كېږي.
د قانون بله ماده ليكي چې كه يو چا يوه ښځه چې شپاړلس كلن عمر يې بشپړ كړى وي( درې متن دا موده اتلس كاله بولي)، د واده له پاره، د هغې د مور او پلار د اوسېدلو له ځايه د ځان سره ويسي په هغه صورت كې چې په رضا او رغبت د قانون سره سم د هغې سره واده وكي دا عمل اختطاف نه شمارل كېږي([12])؛ خو پښتانه دا مدون قوانين نه مني او د خپلو اصولو له مخې اجراات كوي.
په داسې مواردو كې د حل درې لارې شته، كه تورن زورور وي؛ نو جرگه نه مني او وايي چې لاس مو خلاص، كه تورن بې تربرو، بې كامه يا په قبليوي لحاظ كمزورى سړى وي، له تښتول شوې ښحې سره وطن پرېږدي او درېيمه دا چې د جرگې پرېكړو ته به غاړه ږدي.
كه تورن سړى ځوانه او ښايسته ماندينه ولري؛ نو جرگه پرېكړه كوي چې خپله ښځه دې طلاقه كړي. دا ښځه به هغه چا ته په نكاح وركوي چې ده يې عزت ته په سپكه سترگه كتلي وي، په دې سربېره به يوه يا دوه پېغلې هم د جرمانې (ډنډ) په ډول وركوي. كه تورن ماينه ونه لري، ورور يا كوم بل ډېر نژدې تربور به يې خپله ښځه پرېږدي او له يوې يا دوو نجونو سره به يې مقابل لوري ته وركوي. دا خلك په دې اند دي چې كه داسې وشي؛ نو تورن سړى او كورنۍ به يې تل تر تله دې بلې كورنۍ ته ټيټي سترگې گرځي.
د (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كتاب ليكي چې په داسې جرگو كې (توره شوې ښځه) تورن سړى ته نه وركول كېږي؛ خو دا خبره به هرومرو د دې په كورنۍ ږدي چې دا جلۍ به داسې ليرې ځاى ودوي چې تورن ته په اسانه په مخه ورنشي.
كتاب ليكي چې دا جرگې داسې درنې پريكړې ځكه كوي چې د ورته پېښو مخه ونيول شي؛ خو زيان پكې په هر صورت نجونو او بېوزله ښځو ته رسي ([13]).
5- بونډۍ:
بونډۍ هغه پېغله ده چې پر يو چا ادعا وكړي چې په بده سترگه يې راته وكتل. د پېغلې پلارگنۍ به ملزم وژني او دا پېغله تر مرگه د پلار په كور پاتېږي. كه فرضاً داسې پېغله ودېږي ولور يې د كام كېږي، نه د هغې د پلار يا ورور([14]).
په چا چې داسې ادعا وشوه، هغه هرومرو ملزم دى؛ ځكه چې په پښتنو كې ښځه د خپله شرمه هېڅكله په چا داسې ادعا نه كوي، مگر دا چې مجبوره شي.
بوڼدۍ ښځه اكثراً د پلار په كور پاتېږي؛ ځكه بل څوك يې نه غواړي، د بونډۍ پېغور د دې پلار ته هم وركول كېداى شي. ډېرې بونډۍ وروسته له دې چې له ملزم څخه خپل كسات يا وار واخلي ځان په خپله وژني او يا د خپلې كورنۍ له خوا وژل كېږي([15]).
په وردگو او ډېرو نورو پښتنو كې هغه پېغله چې د پاك لمني يا ناموس په مسله كې تر پوښتنې لاندې راغله، د عمر تر پايه ځورېږي او دا د شرم داغ له خپل وچولي څخه نه شي پاكولاى. قبيلوي خلك داسې پېغلو يا ښځو ته (توره) يا (بدنامه) وايي. دا داسې پېغور دى چې د ژوند تر پايه نه وركېږي او د پېغلې كورنۍ او حتى خپلوان هم ځوروي.
بدنامه، توره، تورنه، تورن هغه ښځې او نارينه ؤ ته وايي چې يو اخلاقي جرم يې كړى وي. ځنې تورونه په ننواتې، جرگه او ناغه رفع كېږي او مرتكب يې سپين شي؛ خو ځنې تورونه د تل له پاره پاتې كېږي.
كه له تور سره د (مخ) كلمه هم زياته شي تورمخې ځنې جوړېږي چې زاني ته وايي دا ډېر دروند تور او جرم بلل كېږي([16]).
6- وايي چې پخوا په اپريديو كې دښمني ډېره وه، هر چا بايد يو دښمن لرلى واى. كه چا له پخوا نه دښمني درلوده وژل به روان و؛ خو كه چا پخوانۍ دښمني نه لرله او هيله يې درلوده چې نوې دښمني پيل كړي؛ نو ډېر امكان يې درلود چې ښځه په دې لوبه كې قرباني شي. دغسې يو كس به لومړى د خپل كور شا او خوا داسې يو څوك وويشت چې (بد) به يې ځنې راتلل او يا به يې څه ستونزې ورسره درلودې. دغه كس به په همدې وخت كې په خپل كور كې هم يوه ښځه(مېرمن يا وريندار) وويشته او دا خبره به يې وكړه چې دا سړى له دې ښځې سره جوړ و!
راويان وايي چې كله به كوم سړي په كلي كې څوك وويشت او په خپل كور به يې (مېړوښه) په نښه كړه؛ نو دا ښځه به يې له كوره وشړله او (توره) به يې كړه.
دلته د دې خبرې يادول ضروري ده چې كله نا كله په دې خبره جرگه جوړېږي.جرگه شړل شوې ښځې ته د سپيناوي وخت وركوي. داسې هم پېښېدى شي چې توره ښځه خپل ځان سپين كړي او جرگه يې بېرته د مېړه كور ته ولېږي؛ خو كومه ښځه به چې (توره) ثابته شوه، د هغې د نېكمرغۍ كاسه به واوښته او له ډېرو ستونزو سره به مخامخ شوه. ځنې داسې ښځې به د پلار يا تره كور ته ولاړې، ښكاره خبره ده چې هغو به هم په ورين تندي نه منلي او سپكې سپورې به يې ورته ويلې. ويل كېږي چې ځنې دا راز ښځې به په بازار كې خرڅون ته وړاندې كېدې.
خلك وايي چې پخوا د تېرا په (ميدان) كې هره جمعه بازار جوړېده. په دې بازار كې به څاروي، خوراكي شيان، كپړې او نور اړين شيان د هندوانو له خوا خرڅېدل. وايي چې پخوا قومي مشرانو پرېكړه كړې وه چې هېڅوك به د جمعې په روځ ټوپك نه گرځوي او نه به څوك په خپل دښمن ډزې كوي. له همدې امله به ډېر خلك دې مېلې ته راتلل او د خپلې اړتيا وړ شيان به يې اخستل.
د راويانو له قوله چې د دې بازار (مېله) په يوه ليرې څنډه كې به همغه شړل شوې ښځې خرڅېدې. د ښځو مخونه به پټ ؛ خو لاسونه به يې نندارې ته ايښي وو. بېوزله پښتانه ځوانان به په همدې ورځ راتلل او هڅه به يې كوله چې يوه ښايسته ښځه په ارزانه بيه واخلي او ځان ته يې نكاح كړي. دغه راز واده او نكاح به هېڅ لگښت نه درلود.
يوه اپريدي ما ته وويل چې پخوا په تېراه كې ډېر هندوان اوسېدل او مسلمانانو به هندوانې كنيزانې درلودې. دى وايي چې ځنې كسان به د جمعې په روځ د تېراه د (ميدان) ميلې ته راتلل او هلته به يې كنيزانې خرڅولې او اخستلې. د ده په وينا كېداى شي چې همدې دود د شړل شوو ښځو خرڅون ته هم لار پرانيستې وي.
كله چې پاكستان جوړ شو او ډېر هندوان د پښتنو له سيمو څخه هندوستان ته لاړل، په تېراه كې د كنيزانو د خرڅون دود پيكه شو؛ خو د شړل شوو ښځو خرڅون دوام وموند. په هغه سيمو كې د طالبانو پيدايښت اوس دغه دود پاى ته رسولى يا پټ كړى دى.
د راويانو له قوله چې دا دود په ځينو شينوارو كې هم شته. دوى شړل شوې ښځې (دووسه) بولي او په پټه يې خرڅوي. وايي چې هلته كوم سړى چې خپله ښځه له كوره شړي وايي چې (ښځه مې دووسه كړه). د ښځې پلارگنۍ (يا پخوانى ميړه) داسې ښځو ته په پټه يو خريدار (كوم غريب يا مسافر پښتون) پيدا كوي او په ارزانه بيه يې پرې خرڅوي.
دا راز شينواري فكر كوي چې يوه ښځه چې بدكاره شي، د ميړه په زړه جوړه نه وي، په خبره ښه نه پوهېږي او د كار نه وي؛ نو داسې وي لكه خره او د خرې خو خرڅول په كار دي! (انجنير مولانظر، حاجي تاج محمد شينوارى).
د كرمې ايجنسۍ په توريو كې خلك ځنې ښځې له كوره باسي؛ خو د پلار كور ته يې لېږي او خرڅون نشته (نعيم تورى).
كوم كسان چې شړل شوې ښځې په نكاح اخلي، هېڅ راز دود نه پالي، ښځه اخلي، كور ته يې بيايي، د شاهدانو په وړاندې يې د ملا په واسطه نكاح كوي او ښځه ځنې جوړوي.
7- د بدو ښځه:
(بد) د جرم نوم دى. بد يو عمومي عنوان دى چې جرايم تر هغه لاندې كته گوري كېږي. يو چا ته كږه خبره كول بيا تر قتل او د بل په ناموس د تجاوز ترحده ټول د بدو په جمله كې راځي. د بدو د جرم نوعيت په ولسي نرخ كې پور، ناغه او شرم لري. په قبيله كې د بدو په مقابل كې غچ اخستل غيرت بلل كېږي او د جرمانې وركولو ته يې (بدل) ويل كېږي. دا بدل د جرگې او مركې له خوا ټاكل كېږي او بيا يې زيانمن پښتون په خپله اخلي.
په وردگو كې په ځينو مواردو كې د بدو په مقابل كې ښځه وركول كېږي. جرگه پرېكړه وكړي چې دا سړي يا دا كورنۍ به مقابل لوري ته ښځه وركوي. هغه يې منلو ته مجبور دى. په وردگو كې خلك هڅه كوي چې په بدو كې وړه جلى وركړي. دوى اميدواره وي چې جلي به تر ناوېدود پورې مړه او د مقابل لوري پور به خلاص شي. د بدو د ښځې پوښ او توى نه وي. مراسم ډېر لنډ وي. څو نارينه ورشي او ښځه ورسره وباسي.
عطايي صاحب ليكي: (كه ښځه د وينې په بدل كې وركړه شي. ولور له خونبها نه ايستل كېږي او باقي پيسې وركول كېږي. په دې لړ كې د (گوت لكى) په برخه كې د ولور دوې برخې او د (روڼې) په مقابل كې د ولور درېيمه برخه ايستل كېږي او نوره خونبها نقده وركول كېږي([17])
د قتل په پېښه كې د ښځې د وركولو هدف دا دى چې دښمني په دوستي بدله شي.
په دې دود كې ولور كله د طرفينو په مصلحت او كله د درېيم په خوښه ټاكل كېږي. په دغسې مواردو كې واده په ډول وډنگ سرته رسېږي او ښځه په سپينو پايڅو نه وزي ([18]).
سپين پايڅې هغه ناوې ده چې واده يې سوړ وي. مثلاً يو څوك خپله نامزاده د خسر په كور حامله كړي. د ولسي نرخ له مخې دا سړى د ولور په وركولو سربېره يوه سپين پايڅې ښځه هم د خسرخېلو كورنۍ ته وركوي. سپين پايڅي ځكه وركوي چې د كورواله ؤ عذر پرې وشي او د پېښدونكي خپگان او زيان مخه ونيول شي.
(د پېچدرې د پښتنو ولسي دودونه) د كتاب ليكوال ښاغلى گلابزى ساپى ليكي چې په ځينو پښتنو كې هغه جنۍ ته چې په بدو كې وركول كېږي (سوره) وايي. د قتل په پېښه كې د مقتول د ورثې يو حق (سوره) دى چې د قبول په صورت كې يوه ښځه د قاتل د كورنۍ له خوا څخه د مقتول وارث(ورور- زوى يا د تره زوى) ته وركول كېږي.
سوره د مقتول د ورثې له خوا د نجلۍ قبلولو ته وايي چې د قتل په بدۍ كې وركول كېږي.
د سورې ناوې اكثراً په سپينو پايڅو ودېږي. سوره بايد حتماً پېغله وي، كونډه په سوره كې نه شي وركولى كېداى. كېداى شي چې په سوره كې كمكي نجلۍ وركړل شي؛ خو ولور يې له خونبها څخه وزي او كه نور يې څه واوړي هغه هم وركوي ([19]). ښاغلى گلابزى ساپى د مړي په بدل كې د جنۍ په وركولو سربېره يو بل بد هم يادوي او هغه د مټيزې د شرم د پټولو بد دي. كه كوم ځوان له كوم پېغلې (يا مړوښه) سره پټه يارانه جوړه كړي او بيا داسې ښځه وتښتوي، خلك دا كار په دوديز ډول ډېر بد او د شرم وړ گڼي. د دې ښځې كورواله په داسې حال كې چې ځانونه عامو خلكو ته مات، پړ او ډېر خوار بولي د غچ په فكر كې وي. دوى لومړى هڅې كوي چې دا هلك او جنۍ (يا ښځه) ومومي او مړه يې كړيº خو كه هغوى پيدا نه شي، چېرته ليرې تښتېدلي وي بيا جرگه، مركه او بدعتي ملايان د قران او سنتو په خلاف پرېكړه كوي چې د هلك د كورنۍ يوه يا دوه پېغلې يا نيمچه جنكۍ (او يو څه پيسې) د مټيزې كورنۍ ته د شرم په بدل كې وركړي. د ښاغلي ساپي په وينا جرم يو چا كړى وي او زور يې بل گالي. د دې نجونو وړل يا واده ډېر ساده وي، مېلمانه نه وي، ساز او سوبت نه وي، اوښكې او ژړا گانې ډېرې وي، شرعي مهر نه وي، د نجونو له پاره جامې، گاڼې او سينگار هېڅ يو هم نه وي، بلكې جنۍ يا نجونې د وينځو په شان د مټيزې ښځې يا جنۍ كورنۍ ته سپاري. هغه هم بس ځان په همدې قانع كوي چې كه د هغه كورنۍ يوه هلك د دوى جنۍ وتښوله، دا دى دوى هم خپل بدل واخيست او په عوض كې يې د همغه كورنۍ جنۍ خپل كور ته راوسته([20]).
ښاغلى ابوالخير ځلاند په خپل نامتو كتاب (انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) كې د (بدو) په لړ كې د (رگ وركولو دود) يادوي. دى ليكي چې كه په يوه جگړه يا شخړه كې يو سړى ووژل شي؛ نو جرگه د قاتل له قبيلې سره د نېك (د خون بدل) په هكله خبرې كوي او په دوى په لكهاوو روپۍ ږدي. كه د قاتل كور او قبيله دا پيسې نغدې ونه لري؛ نو جرگه لږ رقم نغد او د پاته رقم په پور كې د رگونو وركولو پرېكړه كوي.
د رگونو دا شمېر د مقتول له ولسي دريځ سره اړه لري، د مثال په توگه كه هغه د قبيلې مشر، نواب، سردار، خان يا ملك وي، رگونه 11- 9- 7- يا 5 وي. د عام سړي (نېك) 3 رگه وي. دغه رگونه په هغه صورت كې وركول كېږي چې د قاتل كورنۍ او نژدې خپلوان لويې يا وړې ژوندې نجونې ونه لري. په نژدې خپلوانو كې هغه كسان راځي چې په بديو كې د دوى سرونو ته هم خطره وي او د خپلوۍ د مدارجو په لړ كې تربرونه باله شي.
د نېك وركولو يا رگ وركولو په دود كې د حاضرو نجونو او نازېږېدلو نجونو په بيه كې توپير وي. د مثال په توگه كه جرگه د يوه مقتول نېك درى حاضرې نجونې ږدي، د نازېږېدلو نجونو (رگ) شمېره 7- 9- 11 وي او كه چېرته په قاتله كورنۍ كې يو يا دوه نجونې حاضرې وي، د رگ وركولو شمېر متناسباً كمېږي.
په رگ وركولو كې به دا نجونې هغه كورنۍ په غاړه اخلي چې په بديو كې شريكې وي. دا كورنۍ د جرگې پور په گډه پرې كوي. يا به خپلې حاضرې خوندې- لوڼې وركوي او يا به په راتلونكې كې د پور پرې كولو ته غاړه ږدي. په دې ډول پرېكړه كې د مقتول كورنۍ انتظار باسي چې كله په پوروړلو كورنيو كې لوڼې زېږي چې د دوى په برخه ورسي. كه په دې لړ كې د كومې پوروړې كورنۍ په ټول ژوند كې لور ونه شوه؛ نو د خپل زوى لور (لمسۍ) به تر لوېيدو وروسته د مقتول ورثې ته بې ولوره وركوي.
د ښاغلي ځلاند په وينا په دې توگه وينو چې دا گلالي نجلۍ د هغه جرم د اور په لمبو كې سوځي چې بابا يې كړى وي. دى ليكي كله چې د رگ وركولو په لړ كې د چا په كور كې لور وزېږېده هغه به د مقتول كورنۍ ته خبر استوي. د مقتول د كورنۍ يو مشر به له دوو مياشتو څخه وروسته راځي، د دې ماشومې په سر به لاس ږدي او هغه به د خپل ځان، خپل زوى، لمسي، ورور، وراره يا تربره د پاره مني. د ښاغلي ځلاند په قول كه دا خلك په ټاكلي موده كې رانغلل،حق يې ساقط كېږي او كه داسې نجلۍ چې لاس پرې كش شوي وي تر ځوانېدو پورې مړه شي، په حقيقت كې د مقتول د كورنۍ ښځه مړه شوي او په حساب كې راځي([21]).
په پاسني بحث كې داسې راغلل چې په پښتنو كې ښځې د قتل په (بد) كې وركول كېږي، له دې پرته نور امكانات هم شته او ښځې د يو لړ ساده مسايلو په وخت كې هم په (بد) كې مقابل لورې ته وركول كېږي. د كليو او قبيلو تر مينځ د زړه بداويو او دښمنيو د ختمولو له پاره د ښځو د قرباني امكان شته او دا ټولې پرېكړې د سيمه ييزو جرگو او مشرانو له لارې كېږي.
كه څه هم چې د افغانستان د جزا قانون دا عمل جرم گڼي او مرتكب يې د سزا وړ بولي؛ خو له بده مرغه په پښتنه قبيلوي ټولنه كې د قانون، اصولو او حتى شريعت حاكميت كمزورى دى او ډېرې ستونزې د قبيلوي حقوقي- جزايي تعاملى كودونو په چوكاټ كې حل او فصل كېږي. په پخوانيو كلونو او حتى لسيزو كې داسې مثالونه شته چې د دولت ټول سيمه ييز ارگانونه د قومي جرگو- مركو په داسې پرېكړو خبرېدل؛ خو دوى او مركزي دولت به ځان ته د مداخلې حق نه وركاوه او د داسې پرېكړو ننگه به يې كوله.
په هغه څېړنه كې چې د ښځو او كوچنيانو د حقوقو څېړنيز بنسټ په كال 1383 هـ.ش په افغانستان كې كړى، د هغه بدو سلواله چې ښځه پكې قرباني په 486 پېښو كې داسې ده:
- د قتل په بدل كې (بد) 38%
- د وهلو او ټپي كولو له امله د مړينې (بد) 3.5%.
- د اجباري كوژدې د ماتولو (بد) 7%
- له كوره د تښتې د پېښو د قربانيانو (بد) 13%
- د پور يا معاملاتو په مقابل كې (بد) . 5%
- د لواطت په بدل كې (بد) 2%
- د زنا له امله (بد) 5%
- د ټپي كېدو (بد) 15.3%
- متفرقه 11.2%
ټول 100%
د (بدو) په واده كې نه يوازې دا چې نيمچه پېغله يا پېغله (ښځه) زيان ويني او د هغه جرم قرباني كېږي چې دا په كې لاس نه لري، بلكې نارينه ته هم زيان رسي. په داسې مواردو كې كېداى شي چې د نر او ښځې نكاح شوې وي؛ خو دا تحملي واده يا نكاح د نارينه په طبع برابر نه وي او دواړه په يوه ترخه كورنۍ چاپېريال كې بند پاتې وي. ځنې داسې نارينه دويم واده كوي چې د ژوند ستونزې يې نورې هم زياتوي او يا مخدره موادو ته مخ اړوي او خپل ژوند تباه كوي.
په داسې ځينو ودونو كې د ښځو د ځان وژنې يا د هغه د كورنۍ له خوا د ښځې د وژلو بېلگې هم شته.
8- د سر اړول:
هغه پېغله چې تر ناوېدود وروسته هم د پلار په كور پاتې كېږي دى ته د سر اړول وايي.هغه زوم چې خپل كور نه لرې يا نه غواړي چې خپله ښځه خپل كور ته واده كړي او يا په مسافري ځي، د خپلې ښځې سر اړوي. د دې واده مراسم ډېر لنډ وي او نكاح تړل كېږي. بيا ناوې له يوې كوتې څخه بلې كوټې ته بوځي په اصطلاح سر يې پې واړوي
9- كونډه:
هغه ښځه چې مېړه يې مړ شوي وي كونډه بلل كېږي.داسې ځوانه كونډه چې مشر نارينه اولاد ونه لري بايد د ميړه په انتخاب كې قبيلوي مراتب وپالي. په وردگو كې د نورو پښتنو په شان لومړى حق د ميړه د ورور وي چې ځان ته يې نكاح كړي. بيا يې د نژدې تربور وار وي. كونډه د شكايت حق نه لري. كه كونډې ته په خپل كور كې ميړه نه وي او يا يې څوك و نه كړي، بل ځاى د پيسو په مقابل كې ودېږي. د كونډې ودوزن ډېر لنډ دي. ډول ډمبك نه وي او چا ته توى هم نه پخېږي. د شپې څو نارينه راشي او كوڼده په رضا يا وچ زور له ځانه سره بوځي. د كونډې اولاد د لومړي مېړه په كور پاتې كېږي؛ خو ډېر وړوكى ماشوم د تى رودلو له پاره ورسره بيايي. له كونډې سره د زور واده په ډېرو پښتنو كې روا كار بلل كېږي.
په وردگو كې هره كونډه نه ودېږي. ډيرى هغه ښځې چې ماشومان لري د ميړه په كور كېني او د عمر تر پايه بل ميړه نه كوي او خپل اولادونه روزي. خلك دې ډول ښځو ته په درنه سترگه گوري. داسې كونډې هم شته چې هېڅ اولاد يا ډېر اولاد نه لري؛ خو نه غواړي چې بل مېړه وكړي. په ځينو كورنيو كې دومره وسعت د نظر شته چې په خپله كونډه ظلم نه كوي او د پلارگنۍ په مشوره يې سرنوشت ټاكي. دا ضرور نه ده چې هره كونډه به له خپل اولاد سره يا جره د مېړه په كور كې عمر تېروي، داسې بېلگې هم ډېرې دي چې كونډه جلا اوسې او يا د خپل پلار كور ته ځي، هلته خپل ماشومان روزي يا له همغه ځايه بل مېړه كوي او د خپل بخت نوي كور ته ځي. دا فرصت د كونډې د مېړه يا پلارگنۍ په اقتصادي او فكري وضع پورې اړه لري چې خپله كونډه څنگه پالي او څه ورسره كوي؟
په تڼيو او خوست كې كومه كونډه چې غواړي مېړه وكړي او يا خسرخېل وغواړي چې دا واده كړي، همغه لړۍ پالل كېږي چې يا به له خپل ليوره سره نكاح كوي، يا به د كوم تربور نوبت وي او يا به بل ځاى ودېږي. د ښاغلي بسم الله حقمل په وينا كه په تڼيو كې كومه ښځه د لېوره له خوښې پرته مېړه وكړي او يا كوم سړى راوړاندې شي او داسې كونډه په نكاح واخلي؛ نو دواړه د وژلو وړ بلل كېږي. په پښتنو كې متل دى چې كونډه د قام ده؛ خو تڼي وايي چې (د تڼي كونډه، نه ده كونډه). په دې سيمه كې كه د كومې ښځې مېړه په جگړه يا بدۍ كې ووژل شي او نور داسې څوك ونه لري چې خون يې وگټي؛ نو دا ښځه له داسې چا سره واده كوي چې د دې د مېړه غچ واخلي او قاتل يې ووژني([22]).
هغه كونډه چې ودېږي مخصوصاً چې بې له خپلې خوښې او په اصطلاح په زور يې ودوي د شكايت حق نه لري او عرض يې په جرگه نه اورېدل كېږي.
په خوست كې د ډېرو نورو پښتنو په شان كوين يا نكاح د قبيلوي سړي ټولنيز حق دى؛ خو دا كار بايد د قبيلوي تعاملاتو په چوكاټ كې وكړي. پر مړوښه ښځه د كوين عمليه نه شي اجرا كېدى او هغه كونډه چې لېور او د مېړه تربرونه ولري بل څوك يې په كوين نه شي اخستلاى. په كوين كې ايجاب او قبول لفظاً شرط دى؛ خو عملاً قبول يو اړخيزه وي او د ښځې له خوا د هغه د پلار يا كوم بل مشر وينا (هو) بلل كېږي.
10- له دې مخكې په وردگو يا نورو پښتنو كې داسې واده شرحه شو چې د دواړو په خوښه پيل او په ودوزن پاى ته ورسې. په ځينو سيمو كې داسې هم پېښېږي چې يوه كورنۍ خپله خور- لور و يو چا ته وركړي؛ خو وروسته د كومې ستونزې له امله راز- راز پلمې وكړي او ښځه په لاس نه وركوي يا واده نه مني، نو دا ځوان حق لري چې خپله ښځه په پټه يا جگړه كور ته راولي يا وتښتوي. داسې كس به وروسته خپل خسر ته ننواتې كوي او د هغه عزت به په ځاى كوي. كه داسې وشول د دواړو كورنيو اړيكې ښې كېږي او كه چېرته د پېغلې پلارگنۍ ننواتې ونه منله، نو يوه پړه په ذمه اخلي چې د ا د يوې نوې دښمنې پېلامه كېداى شي.
استاد محمد ابراهيم عطايي د ښځو په مربوطو واقعاتو كې د (درې نيم سره) په نامه د يوې لوړې يا قسم يادونه كوي او ليكي چې كه څوك د يوې نجلۍ د وركولو څخه وروسته منكر شي، د هغې د خپلوانو څخه درو نارينه خپلوانو او يوې ښځې ته قسم وركوي چې دې ته (درې نيم سره ) وايي. دغه درې نيم سره لوړه په درې نيم سره شاهدي راگرځي. كه په دغه قضيه كې چې يو سړى د خپلې لور يا خور په وركولو پښېمانه وي او درې نيم سره لوړه وكړي، نو كه د مقابل خوا څخه درې نيم سره شاهدان پر تېر شي، پاسنۍ لوړه ماتېږي. په دغه شاهدي او لوړه كې كه كومه خوا په درواغو او چل تورنه شي مركې ته به غټه ناغه وركوي. په درې نيم سره كې ښځې ته قسم د هغې د پلار، ورور يا زوى له خوا وركول كېږي. ([23]).
ناوېلې دې نه وي پاته چې استاد عطايي د دغه دود د پر ځاى كېدو د سيمو څه يادونه نه ده كړې.
كه داسې پېښېدى شي چې څوك دې خپله وركړې خور- لور راوگرځوي او ځوان د دې ته اړ باسي چې دا پېغله په زور يا په پټه وتښتوي، داسې هم پېښېږي چې يو څوك خپل زوى- لور ته كومه نجلۍ وغواړي او بيا يې سلا و نه شي، نو دا په نرخ كې ښكاره تاوان لري.
داسې سړى به د پېغلې ټول ولور وركوي او پر دې سربېره به دوولس سوه غجرۍ او دوه پسونه هم د نجلۍ پلار ته وركوي. په عمومي ډول دغسې عمل د ښځې پلار ته لويه سپكه بلل كېږي او اكثراً په لويو بديو اوړويº نو ځكه كله- كله مركچيان داسې پرېكړه كوي چې د ځوان د كورنۍ يوه نجلۍ دې د پېغلې د كورنۍ په يوه سړي واده شي چې د دواړو كورنيو تر مينځ د ستر زړه بداوي، خپگان او احتمالي دښمنۍ مخه ونيول شي([24]).
11- د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې كه كومه كورنۍ بېوزلې وي او فكر كوي چې لور به يې په ځوانۍ كې څوك ونه غواړي او يا سمدلاسه دومره خواره وي چې په خپل ځان پورې اريانه وي؛ نو ښځه او مېړه له مشورې وروسته پرېكړه وكړي چې د خپلې نيمچه پېغلې يا كوچنۍ لور دسمال چا ته ولېږي. په دې صورت كې د جلۍ پلار دسمال پورته كړي او د كلي د كوم مخور، ملا او يا د ځمكو د خاوند په وره پورې يې وځړوي او دا ږغ پورته كړي چې اې خلكو ما خپله لور(... جانه) د پلاني زوى (ورور يا ...) ته په خوړه كې وركړه. كورواله كه دا خبره ومني؛ نو وايي سمه ده اوس چې دا جلۍ وړه ده جامې به وركوو، چې لويه شوه بيا به گورو. ويل كېږي چې دغسې جلۍ ته څوك په ښه سترگه نه گوري. كورواله ورته وايي چې ته بيكاره وې؛ ځكه مو په خوړه كې وركړې له واده وروسته د مېړه د كور خلك هم همدا شان فكر كوي او داسې نجونې تل ځورېږي([25]).
12- په پښتنو كې غيابي واده هم شته، د مثال په توگه كه كوم څوك په موقتي توگه ورك وي، يا په اوږده مسافري تللى وي او ښځه يې ډېره موده د پلار په كور ناسته وي؛ نو غيابي واده جوړېږي.
له هغه ځايه چې ډېره موده د پلار په كور كېناستل او پاته كېدل، د پېغلې او د پېغلې او ځوان دواړو كورنيو ته پېغور بلل كېږي؛ نو دواړه خواوې د خپل عزت د ساتلو له پاره پرېكړه كوي چې پېغله واده وكړي. په داسې حالاتو كې د پېغلې واده له تورې يا ټوپك سره كېږي او د خپل مېړه كور ته ځي.
دلته به بې ځايه نه وي چې د ښځې او واده د عمومي بحث په پاى كې په داسې يوه معامله رڼا واچول شي چې په شرع او دود كې ډېر بد نوم لري او ستر عيب بلل كېږي او هغه زنا ده. په پښتنو كې زاني نر او ښځه دواړه وژل كېږي.
كه يو پښتون خپله ښځه د بل بېگانه سره د زنا په حال كې وويني، دواړه وژني او د وژل شوې ښځې او نارينه خپلوان د دغه سړي پر ذمه هېڅ پور نه لري. زنا يوازې يوه جزا لري او هغه وژل دي. په پښتنو كې د زاني جرگه او مركه نه جوړېږي او ننواتې هم نه لري.
كه زانيه له مېړه څخه وتښتي او د پلار يا ورور كره ورشي، هغه يې بايد مړه كړي او كه يې مړه نه كړه، زانيه به بېرته د وژلو له پاره د هغې مېړه ته سپاري او يوه ناغه به هم وركوي ([26]).
خوستوال د داسې ښځې په اړه چې له خپل مېړه څخه په پټه له بل چا سره يارانه ولري او د خپل مېړه مال هم په خپل يار خوري د (موره يا مورزنه) اصطلاح كاروي. يوه ښځه چې مورزنه شي وژل يې مجاز دى او څوك چې دغسې كار وكړي، هغه د اثبات له پاره په علني ډول په مركه كې نه پوښتل كېږي، بلكې سپين ږيري په خصوصي توگه پوښتنه ځنې كوي. كله چې د داسې ښځو د وژلو په مسله كې دا سړى په حقه وبلل شي؛ نو هغه بل سړى چې د مورزنې په يارانه متهم وي، جرم يې په خپله ثابت دى او بايد سمدستي ووژل شي. د داسې سړي ننواتې او مركه په هېڅ صورت نه قبلېږي([27]).
په تڼيو او خوست كې كه څوك د چا له خور يا لور سره ونيول شي، دواړه وژل كېږي. په دې صورت كې (پټكى او ټيكرى) دواړه مساوي دي. يو هم پور نه لري. كه څوك تورن سړى ووژني او ښځه مړه نه كړي (پتنه) پرې اوړي. تڼيوال د وژل شوي سړي پور ته (پتنه) وايي. كه په داسې مواردو كې ښځه يا نارينه ؤژل شو او بل وتښتېد، خلاصېږي نه او وژل كېږي به.
ځنې خلك د زنا په پېښه كې خپله خور يا لور نه وژني او د زاني سړي كور ته يې شړي. دا سړى به د پنځه زره روپيو شرم او پسه سره ننواتې ورځي. په دې سربېره به د دوو ښځو پور هم وركوي؛ خو داسې ښځه هېڅ وخت د خپل پلار كور ته نه شي ورتلاى.([28]).
د خوست د پښتنو هندوانو او سكانو واده
د خوست په ولايت كې لكه د افغانستان د ډېرو نورو برخو په شان هندوان او سكان اوسېږي. دوى د خپلو – خپلو سيمو د خلكو په شان جامې اغوندي، كار كوي، حلاله روزي گټي، ودونه كوي، بچي زېږوي او لنډه دا چې د نورو افغانانو په څېر ژوند او د همدوى په ژبه خبرې كوي؛ خو يو توپير لري او هغه دا چې خپل گروهه پالي او د خپلو ديني لارښوونو له مخې عبادت كوي او خپل خير لټوي.
هندوان اوسكان له هندوستانه راغلي خلك نه دي. دوى د همدې افغانستان اوسېدونكي دي چې د اسلام د مبارك دين له راتگه وروسته يې خپله عقيده ساتلې او هڅه يې كړې چې د افغانستان ښه بچيان واوسي. د دې خلكو په سلگونو كورنۍ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د سرو پوځونو د يرغل او د ورپسې خونړۍ جگړې په كلونو كې، له خوست څخه لومړى كابل ته او بيا د زمكې او هوا له لارې د هندوستان د ډيلي او فريداباد سيمو او د نړۍ نورو هېوادونو ته كوچېدلي او هلته د مهاجرت شپې او روځې سبا كوي.
دا يوازې د خوست هندوان او سكان نه دي چې د جگړو او نا امنيو له امله مهاجرت ته اړ شوي، بلكه د كندهار، غزني، گرديز، ننگرهار، لغمان، پروان، كابل او كندز ډېر هندوان او سكان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او سمدلاسه يې پرديسي توب غوره بللي؛ ځكه چې د كورنيو جگړو پر مهال يې دلته واقعاًً سر، مال او عزت خوندي نه و او ډېرې ستونزې يې وگاللې.
هغه وخت چې ما د وردگو او نورو پښتنو د واده په دود او بدلو كار كاوه، هندوانو او سكانو زما د كار په فهرست كې خپل ځاى درلود او هڅه مې كوله چې د دې هېوادوالو د واده د دود جزئيات پيدا كړم. دا ارمان مې هله پوره شو چې هند ته ولاړم، هلته د خوست د هندوانو او سكانو كورونو ته ورغلم، له دوى سره مې شپې وكړې، كشران او مشران مې وليدل، په دوو ودونو كې مې عملاً برخه واخيسته او هرڅه مې په رڼو سترگو وليدل. د همدې سفر او لېدنو كتنو په پايله كې دا ده د هندوانو او سكانو د واده دود چې زموږ د پښتنو د واده كتاب به پرې بشپړ شي.
د خوست ۹۸% هندوان او سكان په خپلو كې ودونه كوي او پاتې ۲% نور يې د ننگرهار، غزني، كابل يا نورو سيمو له پښتنو هندوانو او سكانو سره خپلوي كوي، دوى ته لوڼې وركوي او يا د هغوى خويندې- لوڼې غواړي.
د خوست اوسيدونكي ويچارسنگهه چې ما يې د وراره د واده په مراسمو كې برخه اخستې وه وايي چې په خوست كې دوى د سيمې د پښتنو په شان په خور- لور ولور اخيست او هم يې پيغلې په پيغلو بدلولې؛ خو په هند د ولور دود پيكه شوى او د لور د واده ډېر لگښت د هغې د پلار او وروڼو له خوا پرې كېږي. د بدل په واده كې هر څوك خپل- خپل لگښتونه كوي؛ خو ناوې ته د ښه ( كور) يا ( ديهج) برابرول د هرې كورنۍ وياړ بلل كېږي او ډېر وروڼه او پلرونه په دې خوشاله كېږي چې د خپلې واده كېدونكې خور- لور له پاره د كور نژدې ټولې اړتياوې پوره كړي او هر- هر څه ورته واخلي. ويچارسنگهه وايي چې په دوى كې طلاق نشته او ډېر لږ كسان دوهم واده ته زړه ښه كوي. دى وايي چې كه د چا لومړنۍ ښځه ډېره ناروغه وي؛ نو د مشرانو په خوښه بل واده كوي. د ويچارسنگهه په وينا په هندوانو او سكانو كې له پردي ښځې سره پټې اړيكې ډېرې بدې گڼل كېږي او داسې كسان په ټولنه كې خپل ځاى او دريځ له لاسه وركوي.
د خوست په هندوانو او سكانو كې واده د مور او پلار په خوښه كېږي او پيغلو او ځوانانو ته لا دا موقع نه وركول كېږي چې دوى دې د خپل راتلونكي ژوند په هكله پرېكړه وكړي. په دې خلكو كې د ځوان مور او پلار يا نور مشران ( تره، د تره ښځه، ماما، د ماما ښځه، مشر ورور... ) په لومړي سر كې د پيغلې له كورنۍ سره پټې اړيكې ټينگوي. دوى وايي دا خبرې ځكه پټې وې كه چېرې دواړه خواووې سره جوړې نه شي، چې پېغله او ځوان بدنامه نه شي . د خوست په هندوانو او سكانو كې يوه ځوان ته د يوې پېغلې د نه وركولو لاملونه ظاهراً داسې وي: دا جنۍ وړه ده، له بل چا سره مو خبرې كړي دي، موږ يې په بدل وركوو، مشران مو په سفر تللي او داسې نور... خو اصلي خبره كېداى شي چې بله وي! اوس- اوس ځينې كورنۍ خپلو ځوانانو ته دا وخت وركوي چې د خپل واده په هكله پرېكړه وكړي او يا لا اقل په مشورو كې شريك شي. هندوان او سكان دې ودونو ته د مينې واده ( love marriage ) وايي.
په هر صورت كله چې د دوو كورنيو تر مينځ پټه موافقه وشوه، روځ او وخت سره وټاكي چې خپل- خپلوان په دې خوشالي خبر كړي. په ټاكلي وخت څو مشرانې ښځې او نارينه د پيغلې كور ته ورځې. هغوى د چاى، ډوډۍ بند او بست كړى وي او مېلمنو ته په خوږو (مټايي) هركلى وايي. په دې غونډه كې بايجي راشي، د خپل كتاب ځنې برخې ولولي، د هلك او جنۍ او د هغوى د پلرونو نومونه واخلي او حاضرين په دې تړون خبر كاندي ([29]).
له دې وروسته ښځې هغه حلوا راوړي چې هندوان او سكان يې ( كړايا پرشاد) بولي او له اوړو، غوړو، رنگ، بورې، هيل او اوبو څخه پخېږي او د بايجي مخې ته يې كېږدي. د خېښې ارداس (دعا) وشي او حاضرين د ځوان مور او پلار او نورو نژدې كسانو او د پيغلې كورنۍ ته مباركي ووايي او حلوا وخوري.
كه دا ميلمانه د ډوډۍ په وخت د پيغلې كور ته ورغلي وي، د پېغلې كورواله ډوډۍ تياروي او كه د ډوډۍ وخت نه وي؛ نو شودې، چاى، كلچې، كيك، هگۍ، پكوړۍ او داسې نور شيان په دسترخوان ږدي او ټول په ډېره خوشاله فضا كې چاى خوري. له دې وروسته د جنۍ كورنۍ د ځوان مور او پلار ته د خوږې د سوغات دسمال په مخكې ږدي او راغلي ميلمانه رخصت كېږي.
هلته د ځوان په كور كې د دوى نور خپلوان ټول شوي وي او چې كله تللى كسان له خوږو سره ستانه شي ټول يو بل ته ودايي – ودايي ( مبارك- مبارك) ووايي، راوړې ( خوږه) لږ- لږ وخوري او نوره گاونډيانو او هغه خپلوانو ته و لېږي چې تر اوسه لا په دې ښادۍ نه وي خبر.
دوه – درې روځې وروسته د ځوان د كورنۍ خلك ماسپښين مهال مباركۍ ته كيني. ډله- ډله گاونډيان، خپلوان او دوستان نر او ښځې تبريكي ته ورځي او له ځانه سره شودې، خواږه شيان او مېوې وړي. د ځوان كورنۍ د دغه روځې د لمانځلو له پاره كور ښايسته كړى وي، څراغونه يې ځوړند كړي وي، اشپز لگيا وي سړه ډوډۍ ( پكوړۍ، ايشول شوي نخود، جلبۍ، سلاد، ډوډۍ، څښاك او داسې نور) تياروي.ځوانان ډولونو ته اټنونه كوي، ځينو كورنيو؛ خو ان په كوڅه كې ستره ښايسته ، رنگارنگ كېږدۍ Tent درولې وي او نارينه مېلمنو ته هملته هركلى وايي، ښځې په كور كې د ننه كېني، بدلې بولي، ناڅي او د ځوان مور، پلار ته ودايي_ ودايي وايي.
ځنې راغلي ميلمانه له ډوډۍ وروسته ځي او ځايونه نورو مېلمنو ته پرېږدي. په دې روځ د ځوان د كورنۍ ټول گاونډيان، دوستان او خپلوان هڅه كوي چې ځانونه د ځوان كور ته ورسوي او په دې ښادۍ كې شريكان شي. راغلې ښځې او نارينه ډېرې ښايسته جامې اغوندي او د كور شا او خوا فضا عطرونو ډكه كړى وي.
هندوانې او سكانې ښايسته رنگه پنجابي جامې او زړوكي اچوي او مخونه پټوي او نارينه يې د خوستوالو پښتنو په شان سپينې جامې او تور واسكټونه اغوندي او د جگو شملو پگړۍ تړي.
په دغه روځ د هلك د واده كال ټاكل كېږي. مشران په دغه روځ د پيغلې او ځوان عمر، تحصيل او د دواړو كورنيو اقتصادي وضعه څېړي او د واده كال ټاكي. كيداى شي چې واده يو كال – دوه كاله او يا څو كاله وروسته وشي. د مباركۍ په روځ د پېغلې مور او پلار هم د ځوان كورنۍ ته ورځي او خپلو نويو دوستانو ته مباركي وايي.
كه د ( ارداس) له روځې څخه وروسته د پېغلې يا ځوان په كورنۍ كې مړى وشي، د مباركي د اخستلو دود بل وخت ته ځنډيېږي. په دغه روځ پيغله په كور كې وي؛ خو ځوان له خپلو همزولو سره په كور د ننه يا بهر په كېږدۍ كې خوشالۍ او اتڼونه كوي.
په هندوانو او سكانو كې هغه ځوان او پيغله چې يو له بل سره نامزاد شوي وي، د واده تر وخته پورې نه شي ليدلى. په دې خلكو كې چغلبازي نشته؛ خو كيداى شي چې د عبادت په وخت يا بل كوم مناسب ځاى كې د لنډې مودې له پاره سره وويني او په سترگو كې يو بل ته سلام وكړي! هندوان او سكان نامزادي ته ( ساگۍ) وايي.
د مباركي د روځې له دود څخه وروسته په يوه مناسب وخت كې ځوان خپلو ملگرو او همزولو ( د كور زومان، د خويندو او د تره د لورانو مېړونه چې دوى يې جيحه گان بولي او نور ډېر نژدې خپلوان ) ته ډوډۍ جوړوي. په دې ډوډۍ كې ساز او نڅا نه وي؛ خو ځوانان ډېر خوشاله وي، پاكې ښايسته جامې يې اغوستې وي، ټوكې ټكالې كوي او خاندي.
په دې ډوډۍ باندې د ( ساگۍ) لومړني دودونه پاى ته رسي. له دې وروسته د واده تر وخته پورې د ځوان كورنۍ د ( ويساكي) ([30])، ( ديوالي) ([31])، ( مانگي) ([32]) او (كړوچوت)([33]) په وختونو كې جنۍ ته ( برخه) لېږي. په دې ( برخو) كې د جنۍ له پاره ۲- ۵ جوړې جامې، پوړني، جرابې او د سينگار سامان ( لښتۍ، ټاپس، گانټي، د غاړې ځنځير، د لاس ځنځير، گوته او وښي يا بنگړي) وي.
د ځوان كورنۍ په هر مناسب كې جنۍ ته وړې- وړې برخې لېږي؛ خو دا حتمي هم نه ده او د ځوان د كورنۍ په وس او خوښې پورې اړه لري.
په فريد اباد او ډيلي كې د خوست په هندوانو او سكانو سربېره د افغانستان د نورو برخو او له ډيورنډ څخه د ها خوا سيمو پښتانه هندوان او سكان هم مهاجر دي او شمېر يې زرگونو ته رسي.
د هندوانو او سكانو د دوولسو مياشتو نومونه دا دي: چيتر، ويساك، جيټ، هاړ يا اړ، ساوڼ، بدرو، اسو، كتك، مگر، پو, ماه پگڼ. د خوست د سكانو او هندوانو پيغله جنۍ د واده تر وخته پورې د خپل نامزاد كور ته نه شي تلى. نه په ښاديو كې هلته ورځي او نه په غم كې. د دې خلكو د واده كال مخكې ټاكل شوي وي؛ خو د واده مياشت او روځ د برهمن(پنډت) يا ( بايجي ) له خوا په نښه كېږي. هندوان او سكان د ( پو)، ( كتك) او ( چيتر) په مياشتو كې واده نه كوي او ډېر ودونه په ( ماه) او ( ويساك) كې جوړيږي. پنډت يا بايجي د ځوان او پيغلې ( سا) يا ستوريو ته گوري او داسې روځ ورته ټاكي چې دوى ته څه زيان نه وي او بختوره وگڼل شي.
د هندوانو او سكانو د هفتې د روځې نومونه دا دي: شنيوار يا چاڼ چاڼ وار (شنبه) ، اتوار( يكشنبه) ، سوموار( دوشنبه) ، منگلوار( سه شنبه)، بودوار (چهارشنبه) ، ويروار( پنجشنبه) او شوكروار يا شوكل وار( جمعه) .
په هندوانو او سكانو كې څوك خپله خور- لور د ( اتوار) او (بودوار) په روځو له كوره نه وباسي او ډېرې ودونه په دې روځو نه جوړيږي . كه فرضاً واده هم وشي؛ نو ناوې د شپې له دوولسو بجو څخه وروسته خپلو نويو خېښانو ته په لاس وركوي چې د ( اتوار) او ( بودوار) روځې پاى ته رسېدلې وي او (سوموار) يا (ويروار) پيل شوې وي.
واده شوې خويندې او لوڼې هم د ( اتوار) يا ( بودوار) په روځو د پلار له كوره نه ځي. كه داسې ښځې د ( اتوار) او ( بود وار) په روځو كې د خپل پلار – ورور له كوره هرومرو تلونكى وي؛ نو خپل هغه پوړنى چې په يوه پيڅكه كې يې لږ بوره يا وريجي غوټه شوې وې او برايي ( تېره شپه) يې د خپل كوم گاوڼډي په كور كې ايښي وي، راغواړي، هغه په سر كوي او بيا د پلار- ورور له كوره وځي.
هندوان او سكان په فريداباد كې د نجونو د واده له پاره ۲۲ كلن او د هلكانو له پاره ۲۴- ۲۵ كاله عمر په پام كې نيسي. ويچارسنگهه وايي چې په دوى كې له دې د كم عمر ځوانانو ودونه هم كېږي.
كله چې د واده وخت نژدې شي د ځوان له كوره څو نارينه او ښځې د پيغلې كورته ورځي چې د واده په وروستيو ترتيباتو او دودونو خبرې وشي.
د دې خبرو په پاى كې د پيغلې د پلار له خوا ( لاس نيوى) يا دعا كېږي: (خدايه دا واده نيكمرغه كړې او زموږ ټول مراسم په خير تېر كړې) او مېلمنو ته له چاى – مېوې سره يوځاى ( دسمال) او( مټايي) وركول كېږي. له دې وروسته دواړه خواوې په خپلو- خپلو كارونو لاس پورې كوي. د ځوان په كور كې د دې كارونو د پيل له پاره يوه ميلمستيا جوړيږي. په دې ميلمستيا كې چې ( سلا ډوډۍ ) بلل كېږي، د ځوان د كورنۍ ۲۰ – ۳۰ تر سلو كسانو برخه اخلي. په دې ميلمستيا كې د ځوان يا زوم پلار يا كوم بل مشر مېلمنو ته وايي چې واده د يوه كور كار نه دى، دا ستاسو ټولو خوشالي ده، دا د انډۍ كار دى، له ما سره لاس وكړى چې دا ښادي له خيره په ښه توگه پيل كړو او په ښه توگه يې پاى ته ورسوو. ښكاره خبره ده چې ميلمانه هم د خپل چمتوالي غږ كوي او د واده څښتن ته ډاډ وركوي چې دوى يې څنگ ته ولاړ دي او دا واده او خوښي خپل بولي.
په دې ( سلا ډوډۍ) كې د ختم د اېښودلو، د شال د اچولو، د نكريزو د شپې، ځاى او مېلمنو، د واده د شپې، ځاى او مېلمنو د شمېر، د ډوډۍ د مينو او د واده په ټولو وړو او غټو خبرو مشورې او پرېكړې كېږي. د دې روځې په سبا سهار په گوردواره يا درمسال ( سكان) يا مندر ( هندوان) كې د مذهبي كتاب([34]) لوستل پيل كېږي چې دوى يې ( د ختم اېښودل) بولي. دا كتاب درې روځې او شپې (۷۲ ساعته) پرله پسې لوستل كېږي. يو سړى پاڅي او بل كيني او كتاب لولي. دا كسان بايد هېڅ اضافي خبرې ونه كړي او كتاب چې وروستى چاپ يې ۱۴۰۰ پاڼې دي ختم كړي. د كتاب ختم د څلورمي روځې له سهار سره برابريږي چې ۴۰- ۵۰ تر 100-200 پورې نارينه او ښځې په دې دود كې برخه اخلي. د كتاب د ختم د سهار ۹- ۱۰ بجې ښځې او نارينه گوردوارى ته ځي. د ښځو سرونه په ټيكريو او د نارينه و سرونه په خوليو او رومالونو او د ډېرو ښځو مخونه هم په پيڅكو پټ وي.
د ختم ايښودلو د ډله ايز دود په پيل كې راغلې ښځې او نارينه مخامخ ورځي او خپل كتاب ته درناوى كوي، ځنې خو لومړى كتاب ته سجده كوي او بيا ترې چاپيره گرځي او بيا ښځې د درمسال په ښي خوا او نارينه په كيڼه خوا كې كيني او د بايجي خبرو ته غوږ نيسي. بايجي په خپل ارداس كې وايي چې خدايه دا واده بختور كړې، خدايه شر مه پېښوي، خدايه اتفاق مو خوندي وساتې، خدايه توفيق راكړې چې هر څه په ښه توگه سر ته ورسوو، خدايه دې ځوانانو ( د پيغلې او ځوان نومونه اخلي) ته ښه ژوند او بركت ور په برخه كړې.
د يادولو وړ ده چې په دې مراسمو كې پيغله برخه نه اخلي؛ خو زوم راغلى وي او د نارينه و په ډله كې ناست وي. په دې وخت كې بايجي زوم ته لونگۍ تړي، يو گلابي ډوله سور وريښمين شال په اوږه وراچوي او يوه ښكلې توره په لاس وركوي.
دا لونگۍ، شال او توره د واده د دودونو تر پايه له زوم سره وي. توره د درمسال سوغات بلل كېږي؛ خو لونگۍ او شال د زوم د كورنۍ له خوا برابر شوې وي. د سكانو په اند دا گلابي شال د نيكمرغۍ مانا وركوي.
خوستوال هندوان د پښتنو په شان د شملې لنگۍ تړي. دوى په دې اند دي چې نور نو دا زوم له هلكتوبه ووت او مېړه شو. د ښځې مسووليت په غاړه اخلي او د كورنۍ جوړولو وس بايد ومومي.
دغسې لنگۍ د پلار د مړينې په وخت كې هم زلمو هندوانو او سكانو ته تړل كېږي. په دې وخت كې د دې لنگۍ مانا دا ده چې نر شه، مسووليت ته اوږه وركړه، كار وكړه، كورنۍ ته روزي وگټه، نور نو د هلكتوب خويونه پريږده او د پلار تش ځاى ډك كړه.
توره سكانو او هندوانو ته د غيرت نښه ده. كله چې په درمسال كې بايجي او نور نژدې كسان نوي زوم ته توره په لاس وركوي، مانا يې دا ده چې ناموس وساته او له همت څخه ډك ژوند ولره!
د ختم اېښودلو د دود په پاى كې خلك سهارنۍ ته بلل كېږي. په دې سهارنۍ كې د شودو چاى، چولې، پكوړې، ډوډۍ، پراټې او داسې نور شيان وخوري او بيا راغلې ميلمانه په داسې حال كې چې ډېر خوشاله ښكاري او ټول زوم او د هغه مور او پلار ته ودايي – ودايي وايي له درمسال څخه وځي. له درمسال څخه بهر ډولونه په درز وهل كېږي او ښځې او نارينه په گډه يا جلا- جلا اتڼونه ورته كوي . له دې وروسته هرڅوك خپل كور ته ځي چې د واده له پاره خپلې تياريانې بشپړې كړي.
له ختم ايښودلو څخه وروسته د نيكريزو شپه راځي.
د نيكريزو شپه (مهندي كې رات) د خوستوالو هندوانو او سكانو په ودونو كې ډېره په زړه پورې شپه ده. په دې شپه كله چې د پېغلې په كور كې ډوډۍ وخوړل شوه؛ نو د دې په لسگونو مېلمنې خورلنډې او خپلوانې نكريزې راواخلي او ټولې خپل لاسونه سره كړي . دا شپه د زوم په كور كې ډېره په درز لمانځل كېږي. دوى كېداى شي چې ډېر غټ كور ولري، كوم رستوران يا باغ په كرايه ونيسي او يا په كوڅه كې كېږدۍ ودروي؛ خو درې- څلور سوه نارينه او ښځې ميلمانه يې غوښتي وي چې ماښام مهال له خپلو بچيانو سره د مېلې ځاى ته رسيږي. دوى ښايسته جامې اغوستې او ټول ډېر خوشاله ښكاري.
د دې شپې د ډولونو، سندرو، نڅاوو او اټنونو خاطرې تر ډېره وخته د خلكو په اذهانو كې پاتې كېږي. ښځې يوې خوا ته او نارينه بلې خوا ته ناست وي؛ خو گډې نڅاوې او اټنونه هم كېږي. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې د خوستوالو هندوانو او سكانو نارينه، ښځې او ان د شپږو – لسو كلونو ماشومان داسې اټن كوي، لكه چې همدا اوس په خوست كې اوسي. په دوى باندې خپله ژبه، خپلې جامې او خپل پښتون فرهنگ د سترگو د كسيو په شان گران دي او ډېر په خوند يې پالي.
كله چې ډوډۍ وخوړل شوه، د نكريزو لوښي راوړل شي او ښځې د زوم په لاسونو باندې د نكريزو د ايښودلو دود پيل كړي. دا ښځې په خپلو لاسونو او د ځينو نژدې خپلوانو په لاسونو هم نكريزې ږدي او كله ناكله خو خبره تر دې هم ورسي چې حاضر كسان يو د بل په مخ نكريزې موښي او هڅه كوي چې محفل په ډېرو ټوكو او خنداوو نور هم ښكلى كړي. په فريد اباد او ډيلي كې د نكريزو غونډه تر نيمې شپې پورې وي او بيا هر څوك خپلو – خپلو كورونو ته ځي.
د نكريزو د شپې سبا د ( گانه) يا ( مزي) تړلو دود په ځاى كېږي.
گانه سره سپڼسين تارونه دي چې په يوه روځ جنۍ او هلك دواړو ته؛ خو په جلا- جلا ځايونو كې تړل كېږي . هره كورنۍ خپل نژدې خپلوان بولي، راغلي كسان په يوه ځاى كې كيني؛ خو ښځې جلا او نارينه جلا. زوم له خپل شال، لنگۍ او تورې سره پاس د بايجي په څنگ كې په يوې نوې ښايسته بړستن باندې ناست وي . ښځې ورو- ورو د ښادۍ پښتو بدلې بولي او نارينه د گانې تړلو تيارى نيسي.
ډېر خوستوال هندوان او سكان په دې نه پوهېږي چې دا دود له كله نه دوى ته پاتې شوى دى؛ خو دومره وايي چې پلرونو، بابا گانو او نيكه گانو يې دا دود پاللى او اوس دوى هم ورته ژمن دي. دا خلك معمولاً د غرمې ډوډۍ ته راځي او وروسته د هلك او جنۍ د ښي لاس تر مړوند دا سپڼسين تارونه تړي. د جنۍ له تارونو سره كورئ او كنجكه او د هلك له تارونه سره يو وړوكى چاكو هم بند وي. د خوست هندوان او سكان په دې اند دي چې گانې يا مزې ناوې او زوم د بدخواهانو له بدو سترگو، تعويز، طومار او ښېرا څخه خوندي ساتي!
د گانې د دود په وخت كې زوم دوه ( شوبال) پيدا كوي. شوبال بې وسلې گارد ته وايي. يو شوبال د دې كور كوم زوم يا د ماما زوى يا داسې بل نژدې خپلوان نارينه وي. دوهم شوبال د زوم پيغله يا ناوې خور يا د تره لور وي چې د واده د دودونو تر پايه پورې له زوم سره يوځاى وي او د هغه دواړو خواوو ته حركت كوي. د گانې د تړلو په وخت كې همدا شوبالان له بايجي سره مرسته كوي چې مزي په ښه توگه وتړل شي. د گاڼې د تړلو په وخت كې بايجي د خپل كتاب ځنې برخې لولي او د واده د مراسمو د ښه پاى له پاره ارداسونه وايي.
د گانې يا مزي له تړلو وروسته په همدې روځ درې نور دودونه هم شته چې په ترتيب ( بړستن)، ( كلول ميچن) او ( منگي) بلل كېږي.
بړستن د زوم په كور كې جوړيږي. د گانې د تړلو د مازديگر په ۳- ۴ بجو كورواله ښځې دا بړستن چې په څلورو كونجونو او منځنۍ برخه كې يې يو- يو غوز ( چارمغز) گنډل شوې وي، واخلي او داسې څلورو ښځو ته يې په لاس وركړي چې ښايسته نارينه بچيان او ډېره شتمنې ولري. دا ښځې د حاضرو ميلمنو څو گلالي كمكي هلكان په نوبت په دې بړستن كې وزنگوي. له دې وروسته كورواله ( خونې) واچوي . ( خونې) د چاكليټو، پتاسو، نقلو او موم پليو په شان وچه مېوه ده چې كورواله يې په حاضرينو ويشي. په همدې وخت كې ټول حاضرې ښځې په (مازديگرنۍ) ټولې شي. په دې مازديگرني كې د شودو چاى، كيك او كلچې او داسې نور ساده خواړه برابر شوي وي.
له دې مازديگرني وروسته مېلمنې لاړې شي؛ خو كورواله او نژدې خپلوانې يوه ښځه وټاكي چې دا بړستن په كلي يا سيمه كې د كوم خپلوان كور ته ويسي او هلته يې كېږدي. په همدې وخت كې يوه بله ښځه ( ميچن) او لږ غنم د كوم بل خپلوان كور ته ويسي او درېييمه ښځه ( منگى يا گړى) مندر ( درمسال) ته ورسوي او هلته يې كېږدي.
ماښام له ډوډۍ مخكې د زوم د كور ښځې او نارينه او نژدې خپلوان (مخصوصاً ځوانان، تنكي زلميان او ماشومان) په ډولونو او آټنونو له كوره وځي، او هغه كور ته ورځي چې بړستن پكې اېښې ده. په دې سفر كې زوم او د هغه شوبالان هم وي. دوى په لاره گلان شيندي، د مصنوعي تومانچو ډزې كوي او ټوله سيمه يې په شور- زوږ ډكه كړي دي. كله چې دا ډله د بړستنې كور ته ورسېده، ډېر خلك بهر په آټنونو او نڅاوو بوخت شي؛ خو يو څو مشرانې ښځې او نارينه كور ته ننوځي چې د ( زوم او ناوې) ښايسته بړستن پورته كړي. په دې وخت كې كورواله په ټولو راغلو كسانو تازه مېوې او شربتونه ويشي. په دې دود كې بايجي ټولو ته د خير، بركت، ښه ، خوشاله او بختور ژوند دعاوې كوي او له كوره وځي. له دې وروسته هغه ښځه چې دا بړستن يې په سر ايښې وي، د زوم د كور په خوا ځي او نور كسان بيا په ډولونو او آټنونو د ( ميچن) د كور په لور ځي.
د ميچنې كور ته تگ همغسې خوندور وي لكه د بړستنې كور ته. كله چې دا خلك مطلوب كور ته ورسېدل ، بيا يو څو كسان كور ته ننوځي او نورپه كوڅه يا كلي كې په نڅاوو او اټنونو بوخت شي. په كور كې د ننه زوم، د زوم دوه شوبالان او داسې څو مشرانې ښځې چې نارينه اولاد ولري، په غنمو ميچن گرځوي. په دې دود كې د زوم شوباله جنۍ د ميچنې په لاستي لاس نيسي او دواړه ميچن گرځوي. كومه بله ښځه ورو- ورو غنم وراچوي او بايجي د نورو دودونو په شان ( ارداس) لولي او دې نوې جوړې ته د دنيا ټولو نيكمرغيو غوښتنه كوي. په دې وخت كې ځنې نور كسان هم د زوم په لاس خپل لاس ږدي او ميچن گرځوي.
د خوست هندوان او سكان په دې اند دي چې په غنمو باندې د ميچنې گرځول د خير او بركت او د نعماتو د ډېرښت مانا لري. په دې دود كې هم كورواله په ټولو راغلو كسانو شربتونه، مېوې او چاى وېشي او د دوى درناوي په ځاى كوي.
كله چې دا خلك له دې كوره وځي، يوه ښځه ( ميچن) ورسره واخلي، د زوم د كور په لور روانه شي او نور كسان بيا په ډولونو او اتڼونو( درمسال) ته وخوځي چې د ( منگي) په دود سره د دې روځې ستړيا پاى ته ورسوي.
كله چې دا ډله مندر يا درمسال ته ورسي، ځنې كسان ننوځي او درناوى په ځاى كړي. دا وخت قضا ماښام وي او د زوم شوباله هغه منگى په اوبو ډك كړي چې مخكې په درمسال كې اېښودل شوى وي او د زوم مخې ته يې كېږدي (دا دود د درمسال په هغه برخه كې تر سره كېږي چې فرش نه لري او اوبه پيدا كېږي) په دې وخت كې شوبال د زوم توره له تيكي وباسي او په منگي كې ننباسي. له دې سره جوخت په سلگونو هلكان او تنكي زلميان يو په بل رنگه اوبه شيندي او هڅه كوي چې يو بل ښه لوند كړي. په دې دود كې څوك په زوم غرض نه لري؛ خو شوبال او شوباله په رنگه اوبو داسې لانده شي لكه باران ته چې ولاړ وي.
د دې دود له پاره ځوانان له ځانه سره رنگونه راوړي او اوبه خو هملته په درمسال كې وي. دوى دا رنگونه په جامونو او سطلونو كې جوړوي او يو په بل يې شيندي.
له دې وروسته ټول په داسې حال كې د زوم د كور په لور ځي چې نيمايي په رنگه اوبو لانده او د ډېر اتڼ له لاسه وږي شوي وي. د زوم په كور كې ډوډۍ برابره وي، دا خلك بيا ځي خپلو- خپلو كورونو ته چې ژر ويده شي چې سبا د واده د درانه دود له پاره چمتو وي.
اوس داسې فرض وكړئ چې واده د شپې دى، ماسپښين مهال د زوم د كوره ښځې د پېغلې كور ته ورځي. خوستوال هندوان او سكان دې تگ ته ( تال) وايي. هلته د نورو دودونو تر څنگ يوه ( بركتى) ښځه د پېغلې وېښتان د ناوې په شان جوړوي . كله چې د وېښتانو تر مينځ كرښه وېستل شي؛ نو يوه مشره ښځه هلته سوندر ودوړوي چې دا ناوېتوب ته د پېغلې د ورتگ پېلامه بلل كېږي.
سر جوړونكي ښځې هڅه كوي چې د ناوې د وېښتانو ترمينځ كرښه اوږده وباسي، دا خلك فكر كوي چې خداى به د دې ښځې خاوند ته همداسې اوږد او له بركته ډك ژوند وركړي خوستوال همدا دود په هندوستان كې هم پالي.
له دې وروسته چې مازديگر وي بللي ميلمانه د زوم كور ته ورسي، مازديگرنى ناشتا وخوري او هغه دود پيل كړي چې خوستوال هندوان او سكان يې ( سيرا بندي)، ( څېره بندي) ، ( چهره بندي) يا ( موټك) بولي. ( موټك) د زوم د مخ د پټولو هغه وسيلې ته وايي چې له زري شيانو، رنگه كاغذونو، مريو او مصنوعي ملغلرو څخه جوړه شوې وي. ښځې ( موټك) د ځوان په سر داسې وتړي چې ښكته مخ يې پرې پټ شي. كله چې ( موټك) وځړول شو، زوم د كوټې په مينځ كې لږ جگ كېنوي او خپلوان يې جوړه- جوړه ( مېړه او ښځه) په وار راځي او د زوم په غاړه كې د گلانو او لوټونو هارونه اچوي. ځنې خلك د كوچنيو لوټونو هارونه جوړوي؛ خو ځنې شتمن د سترو لوټونو هارونه راوړي . د هارونو له دود څخه وروسته چې شمېر يې سلگونو ته رسيږي( خونې) ويشل كېږي. په دې ټوله موده كې د كور په انگړ او بهر د كوڅې په كېږدۍ كې ځوانان ډولونو ته اتڼونه كوي او ټول ډېر خوشاله وي. له دې وروسته زوم د خپلو شوبالانو سره بهر ته وځي او تر كومه ونه ( مخصوصاً توت) لاندې دريږي. بايجي په دې وخت كې ارداشونه وايي، يو څوك راشي او د ونې په يوه څانگه يو سور تار وتړي، نارينه شوبال د دې څانگې څوكه ونيسي، زوم توره له تيكي وباسي او دا څانگه بايد داسې پرې ووهي چې د څانگې د سره تار برخه د ده خوا ته پرې كړي، كه خبره دوهم او درېيم ځل ته ورسېده، خلك وايي چې ښځه به په دې سړي زوروره وي!
بايجي دا پرې شوې څانگه د زوم د ( موټك ) په پاسنۍ برخه كې داسې ټومبي چې څانگه مخ پورته جگه ودرېږي. له دې وروسته زوم په اس سپريږي. په اس هغه بړستن پرته وي چې ذكر يې مخكې وشو. په دې وخت كې د زوم خويندې يا د تره لورانې ده ته دوه- درې كاچوغه مستې او اس ته لږ وربشې وركوي. او ورا د جنۍ يا ناوې د كور په لور خوځي. په دې ټوله لار كې ساز، سرود، نڅاوې، گډاوې او اتڼونه د پخوا په شان په درز روان وي او د ماشومانو شور- زوږ د تگ ښكلا لا زياته كړې وي. سكان دې تگ ته ( برات) وايي.
هلته د ناوي كوروالا د مېلمنو هر كلي ته چمتو ولاړ وي. كله چې د دواړو كورنيو مشران سره مخامخ شول، يو له بل سره روغبر كوي او يو بل ته هارونه اچوي. په دې روغبر كې د زوم پلار او د ناوې پلار يو بل ته هارونه اچوي. اكاگان يو بل ته، ماماگان يو بل ته او همداسې نور..
په دې وخت كې د ناوې د كور دوه- درې مشران زوم په داسې حال كې له اسه راكوز كړي چې بايجي ارداش لولي او د واده د ښه پاى او بختورتوب له پاره د خداى مرسته غواړي. كله چې زوم له آس څخه ښكته كېږي د جنۍ د كور كسان گلان پرې شيندي. هندوان او سكان د دغه شيبو دود ته ( ميلن) وايي چې كېداى شي له (مېلاوېدو) څخه اخيستل شوي وي.
اوس نو كه د ناوې كورنۍ په كور كې ترتيبات نېولي وي يا په كېږدۍ كې، يا په درمسال كې ټول ميلمانه د ډوډۍ ځاى ته ننوزي، كورواله ؤ مېلمنو ته مناسبه ډوډۍ برابره كړي وي. له دې وروسته زوم د خپلو همزولو او خپلوانو په كړۍ كې مندر ( كه هندوان وي) يا درمسال(که سکان وي) ته ځي. په همدې وخت کې سينگار شوې ناوې هم د خپلو خورلنډو او خپلوانو په بدرگه همدې ځاى ته ځي. هلته زوم او ناوې ته په ځانگړې صفه ( لوړځاى) دوه څوکۍ پرتې وي. تر دغه وخته پورې د زوم او ناوې تر مينځ هېڅ ډول اړيکې نه وي او د پښتنو هندوانو او سکانو د دودونو له مخې يو له بله ليرې گرځي.
په درمسال يا گوردواره کې ښځې جلا او نارينه جلا کېني. په دې وخت کې بايجي او نور مذهبي مشران موسيقي پيل کړي. د ويچارسنگهه په قول دې مذهبي سندرو ته (راگ) يا(کيرتن) ويل کېږي. کله چې زوم درمسال ته ورسي لومړى مخامخ د کتاب د اېښودلو ځاى ته ورځي، هلته له کتابه گرځي او سجده کوي، بيا د کتاب ځاى ته داسې مخامخ کيني چې خلکو ته يې شا وي. بيا يو- دوه ښځې ناوې راولي، ناوې کتاب ته درناوى وکړي او د زوم کينې خوا ته کيني.
په دې وخت کې لومړنۍ موسيقي بنده شي او مذهبي مشران د ( گروگرنت صيب) د کتاب د هغه احکامو په لوستلو پيل وکړي چې د نکاح په هکله ترتيب شوي. بيا د سندرو ډله همدا متن د ترانې په بڼه وړاندې کړي.
د هندوانو او سکانو نکاح په مذهبي لحاظ څلور پړاوه لري چې دوى ورته (چهارپهرى) وايي:
1- پهلى لامه يا لومړى گام
2- دوجي لامه يا دوهم گام
3- تيجي لامه يا درېيم گام
4- چوتي لامه يا څلورم او د پاى برخه
په پهلي لامه کې زوم او ناوې له کتاب گرد گرځيدل پيل کړي. په دې حرکت کې د ناوې پلار، د زوم د شال يوه څنډه د خپلې لور په لاس کې ورکوي. زوم مخکې او ناوې ورپسې وي. دوى سجده کوي او بيا دوجي لامه پيل کېږي، د موسيقي ډله ورو- ورو د واده او نکاح ځانگړې مذهبي بدلې بولي، کله چې زوم او ناوې کتاب ته مخامخ شول، بيا سجده او احترام کوي، بيا تيجي لامه پيل کېږي، بيا سجده او احترام او بيا چوتي لامه . په پاى کې د نکاح د بشپړېدو ( ارداس) وويل شي. په دې دعاوو كې بايجي ناوې ته د خطاب په بڼه وايي چې له دې وروسته به د خپل مور او پلار په څنگ كې د مېړه، خسر، خواښې او نورو مشرانو درناوي ساتي، د كور حيا او عزت به دروند گڼي، له بل چا سره د اړيكو نه به ځان ډېر ساتي، ته اوس خاوند لرې چې په تا ډېر حقونه لري او كه ته دا حقوق ټول په ځاى كړې، بختوره به شي او ډېر ثواب به وگټې. د موسيقي ډله د مبارکي ترانه پيل کړي، زوم او ناوې يو بل ته د گلونو ښايسته هارونه په غاړه کې واچوي چې سکان دغه دود ته ( جې مالا) وايي. له هارونو څخه وروسته د زوم پلار خپلې نږور ته او د پيغلې پلار خپل زوم ته گوته او د غاړې ځنځير د سوغات په توگه ورکوي او دواړه د درمسال د نکاح خطونو د ثبت په کتاب کې لاسليک وکړي او که چېرته کوم طرف سواد ونه لري؛ نو په کتاب کې گوته کېږدي او په دې توگه د نکاح مذهبي دود بشپړ شي.
د نکاح له ثبت څخه وروسته، د ناوې د کور يو مشر د ناوې د کور يا جهيز لست په داسې حال کې د زوم پلار يا کوم بل مشر ته سپاري چې سامان او شيان لا په کور کې وي. د سامان دې لست ته ( ديهج) ويل كېږي. له دې وروسته د ناوې د کور ښځې په زوم باندې د درمسال په يوه گوښه کې د کوچو خوږ ډنډکى، لږ ماستې او شودې خوري او سترگې يې توروي. په بدل کې زوم د ډنډکي په لوښي کې يو څو روپۍ ږدي.
ويچارسنگهه وايي چې په خوست کې به له دې دودونو وروسته ناوې په داسې حال کې چې زوم او ټوله ورا به پياده ورسره روان وو، په اس د زوم کور ته بېوله؛ خو په هند کې ناوې په گلپوش موټر کې وړي. دا تگ د ډولونو- نڅاوو او اتڼونو سره مل وي.
کله چې ناوې د زوم کور ته ورشي، د کور مشران ناوې راکوزه کړي او ورو- ورو په داسې حال کې کور ته ننوځي چې يوې ښځې د دې په سر د دوى د کتاب يوه برخه ( پوتي) او بلې ښځې د مستو کټو نيولې وي. هندوان او سکان مستې د بختور توب او شتمن توب او ( پوتي) د تبرک نښې بولي. کله چې ناوې د خپل نوي كور وره ته ورسي، هلته ودري او له هغه شكاره څخه چې بل چا ورته نېولې وي، پنځه ځلې غله شا ته شيندي او په پاى کې د شکاره ټوله پاتې غله شا ته غورځوي او مخکې لاړه شي. د هندوانو او سکانو ناوې د وره په لانديني لرگي يو ميخ ټک وهي او خپل نوي کور ته ننوځي.
دا وخت شپه نژدې نيمايي وي او خلک د زوم مور او پلار ته له بيا – بيا مبارکي وروسته خپلو کورونو ته ځي
که واده د روځې وي دا دود مازديگر – ماښام پاى ته رسي او خلک خپلو کورونو ته ځي.
د دې روځې په سبا ١١- ١٢ بجې د کلي يو څو مشران او د درمسال بايجي ټول شي چې له مذهبي اراداشونو سره يوځاى د زوم او ناوې مزې يا گانې چې پخوا تړل شوې وې خلاصې کړي. په دې وخت کې يو- دوه ښځې ناوې راولې چې د کور مشرانو ته د درناوي سر ټيټ کړي. په بدل کې حاضر کسان ناوې ته لږ- لږ پيسې ورکوي او هغه بېرته خپلې خونې ته ځي. نا ويلې دې پاتې نه وي چې د ناوې شوباله تر اوسه ورسره وي؛ خو د گانې له خلاصولو وروسته دا شوباله بېرته ځې او ناوې يوازې پرېږدي.
د دې دودونو په سبا يا بل سبا زوم له خپلو څو ملگرو او همزولو سره د ناوې د پلار کور ته ځي. هندوان او سکان دغه تگ ته ( ميلنا دمه) وايي. په دې تگ سره د خسر کور ته د زوم پښه خلاصيږي. کورواله ميلمنو ته ښه ډوډۍ او سوغاتونه(جامې، لنگۍ،رومالونه، د دريشي ټوټې او داسې نور) ورکوي او راغلي کسان بېرته ځي. هندوان او سکان دغه ډوډۍ او سوغاتونو ته ( زوم گيري) وايي.
له دې دودونو څخه وروسته تر څو روځو پورې خپلوان د زوم کور ته ورځي او ناوې گوري او د نغدو روپو يا جنس سوغاتونه ورکوي. کورواله د دې خلکو ښه هرکلى کوي چاى شودې ورکوي او ناوې په بدل كې كې په پټ مخ ورته د درناوي سر ټيټوي.
د ناوې د راوړلو د شپې يا روځې په سبا يا بل سبا د هندوانو او سکانو د واده تر ټولو ستر محفل جوړيږي چې دوى يې ( رسپشن) بولي. په هند کې د داسې محافلو له پاره په ښايسته شنو باغونو کې ستر- ستر ځايونه جوړ شوي چې خلک يې د خپلو ودونو د ( رسپشن) له پاره په کرايه نيسي.
ځينې شتمن هندوان او سکان دغه ميلمستيا ته ١٠٠٠- ٢٠٠٠ کسان غواړي؛ خو ځنې نور د خپل وس په اندازه مېلمانه بولي. د ودونو د دغه ځاى په پاسنۍ برخه کې يو ښکلى تخت جوړ شوى وي چې څو گامه له زمکې څخه جگ وي. د دې تخت شاتنۍ برخه ډېره ښايسته او په څراغونو رڼا وي. د باغ يوې خوا ته د نارينه ؤ او بلې ته د ښځو ځايونه وي او د مخامخ تخت دواړو خواوو ته د ساز او نڅا او د ډولونو او اټن ځايونه په پام کې نيول کې نيول شوي وي.
د رسپشن په ستره مېلمستيا کې زوم او ناوې پاس په تخت ناست وي، ځينې خلک خاصتاً نارينه هلته ورځي او دواړو ته د واده مبارکي وايي. ناوې معمولاً په ځاى داسې ناسته وي چې سر يې له عادي حالت څخه ښکته ځوړند او مخ يې پټ وي؛ خو زوم د خپل پلار، مشر ورور او د اکا د زامنو په ليکه كې ولاړ وي او د خلکو مبارکي او سوغاتونه مني. په دې سوغاتونو کې گلان، د سرو زرو گوتې، کارتونه او داسې نور شيان شامل وي. په دغسې وخت کې ډېر خلک له زوم سره يادگاري عکسونه اخلي.
له دې وروسته ښځې او نارينه په دوو بيلو ځايونو کې ډوډۍ خوري او بيا ساز او سندرو ته کيني . د عامو خلکو له ډوډۍ وروسته د زوم د کورنۍ ډېر نژدې کسان او ډېر گران ميلمانه يوځاى کيني او له زوم او ناوې سره ډوډۍ وخوري.
د رسپشن په روځ يا يوه روځ وروسته د ناوې کورنۍ د دې ( کور) يا ( ديهج) په موټر کې بار او د زوم کور ته يې رسوي. ويچارسنگهه وايي چې په خوست کې د ( کور) اندازه لږ وه؛خو په هند کې شتمنې کورنۍ خپلو لورانو ته فرش، ميز، څوکۍ، پالنگ، تلويزيون، يخچال، د جامو وينځلو ماشين، د پخلنځي سامان او لوښي، حتى ايرکنديشن او داسې نور فيشني سامان اخلي او خپلې لور ته يې د نوي کور د جوړولو د سوغات په توگه ورکوي.
د هندوانو او سکانو ناوې د واده په لومړۍ شپه د خلکو د گڼې گوڼې له امله خپل مېړه نه شي ليدلى؛ خو په دوهمه شپه دا چانس پيدا کېږي . په دې شپه د زوم او ناوې په نوې کوټه کې د ستر پالنگ شا او خوا د تازه گلانو چتر جوړ وي، په کوټه کې عطرونه او صندل پاشل شوي وي او نرمه موسيقي چالانه وي . زوم په کوټه کې وي؛ خو يو دوه ښځې چې مخکې يې دا کوټه سنبال کړي وي، ناوې راولي او دوى لاړې شي .
د ويچارسنگهه د وينا له مخې د هندوانو او سکانو ناوې سهار وختي پاڅي، غسل کوي، پاکې جامې اغوندي او د کور هغه خونې ته ځي چې د عبادت له پاره جلا شوي وي؛ خو زوم هر وخت چې وغواړي وېښيږي او د کورنۍ له غړو سره سهارنۍ خوري. زوم له خپلې کوټې څخه تر وتلو مخکې يو څو روپۍ تر بالښت لاندې ږدي. دا پيسې بيا هغه ښځې اخلي چې پرون يې د زوم او ناوې کوټه سنبال کړي وي او نن بيا هغه جوړوي.
د هندوانو او سکانو ناوې دوه- درې روځې وروسته له خپل مېړه سره د پلار کورته ځي او هلته يو- دوه شپې پاتې کېږي . له دې وروسته د زوم او ناوې ژوند عادي او د خپل کور په چارو بوخت شي.
په پاى کې دا خبره د يادولو وړ ده چې سکان او هندوان له يوې ښځې سره واده کوي. د دوى کتاب هم يوه ښځه ښه بولي؛ خو داسې يو سک چې ښځه يې مړه شي، واړه اولادونه ولري او يا يې ښځه په لاعلاجه ناروغۍ اخته وي، دوهم واده کوي . د هندوانو او سکانو کتابونه طلاق مني؛ خو پښتانه هندوان او سکان خپلو ښځو ته طلاق نه ورکوي او په ناموس مين خلک دي.
په سکانو اوهندوانو کې که د کومې ښځې مېړه مړ شي، او دا ځوانه وي، په خپل كور كې بل مېړه کولاى شي. ډېر وخت يې کورواله د نورو پښتنو غوندې خپل بل زوى ته نکاح کوي. د داسې ښځې د واده مراسم خورا ساده او په کور يا درمسال کې نكاح كېږي .
گوردواره يا درمسال د سکانو د عبادت ځاى دى. په درمسال کې بتان نشته او ځنې خلک د خپل مشر بابا نانک انځور هم نه پرېږدي؛ خو د هندوانو په عبادتځاى (مندر) کې بتان وي.
د خوست هندوان اوسكان په خپلو مينځونو كې ودونه كوي، يو له بل سره تعصب نه لري او ( مندر) او (درمسال) دواړو ته ځي. ويل كېږي چې نور هندوان او سكان لږ تعصب لري؛ خو خوستوال هندوان او سكان په ډېره مينه ژوند كوي او يو بل ته احترام ساتي.
[1] د كوټې شا وخوا پښتانه دې ټك ته (آر) وايي. آر د عزت په مانا هم راځي، كرنې ته هم آر ويل كېږي. د آر مفهوم د (آرين) په كلمه كې هم پروت دى( ولس مجله، كويټه، 1962م).
[2] هغه ښځه چې بدي يا مړى پرې وشي سورټكرۍ بلل كېږي. د سورټكرۍ كلمه هغه ښځې ته استعمالېږي چې مېړه يې په بدۍ كې وژل شوي وي؛ خو په عامه توگه دا نوم هغه پېغلې ته وركول كېږي چې مړى پرې وشي. كله چې يو ځوان په كومه پېغله ږغ وكړي يا ټك پرې وكړي او د هغې خپلوان دا د ځان كسر وبولي اودا سړى مړ كړي يا دا پېغله بل چا ته وركړي او ټك كوونكى هغه مړ كړي؛ نو داسې ښځې ته (سورټكرۍ) وېل كېږي. داسې پېغله بيا څوك چندانې نه غواړي او د لويو بډيو او شخړو لامل يې بولي(د پښتني قبيلو دودونه، ص 179)
[3] - د پښتني قبيلو ، ص 17.
د غزني او كلات تر مينځ په سيمو كې كه كوم ځوان د كومې پېغلې ټيكرى واخلي او ټك پرې وكړي؛ نو ژر ځان خپل كلي ته رسوي، هلته د كلي مشران سره جرگه شي او فكر وكړي چې كه دا پېغله بل ځاى واده شوه، د ټولو له پاره بدي جوړېږي. له دې وروسته ځوان د كلي د (ښه مېړه) كور ته ورشي. ښه ميړه ځان په ټوله كيسه پوه كړي او د حل د لارې د ميندلو ژمنه وكړي. په دې موده كې دا ځوان په منظمه توگه د ښه مېړه حجرې يا زمكو ته ورځي او ځينې كارونه يې سرته رسوي.
د دغو سيمو پېغلې د داسې ترخو شپو- روځو له پاره ډېرې په زړه پورې بدلې لري چې دا يې بېلگې دي:
پيكى مې په بدي سو گرفتار- وه- پېكى مې وښه مېړه ته سلام وايه
پيكى مې په بدي سو گرفتار- وه- پېكى مې زه ستا په تمه شپې او روځې تېرومه
*
پيكى مې په بدي سو گرفتار- وه - پېكى مې يار مې د ښه مېړه مزدور دى
پيكى مې په بدي سو گرفتار - وه- پېكى مې د زړه حال به په پاكټ كې ورلېږمه
(ښه مېړه) هڅه كوي چې ځان په حقايقو پوه كړي، په پټو لارو د پېغلې او د هغې د كورنۍ د خولې كش اخلي، بيا د پېغلې د كورنۍ له كوم مشر سره وگوري او د دې موضوع په ښو او بدو خواؤ خبرې وكړي. كله چې دا مشر خپل كلي ته ستون شي هلته د پېغلې له مشرانو سره وگوري او هڅه كوي چې هغوى (هو) ته اړ باسي. كه دا كار وشو؛ نو ماښام مهال همدا سپين ږيري مشر د پېغلې له پلار يا تره سره د ځوان د كلي د مشر يا (ښه مېړه) كور ته ورشي او د هوكې دسمال ورته كېږدي او له ده څخه وغواړي چې ولور او د ټيكري د اخستلو يا ټك ناغه د ځوان په كورواله ؤ باندې ومني. (ښه ميړه) ډوډۍ وكړي خپل كليوال راوغواړي او په (هوكې) يې خبر كړي. د يادولو وړ ده چې له دې وروسته د داسې واده نور مسووليت او لگښتونه په همدې ښه ميړه پورې اړه پيدا كوي. آن تر دې چې كه د ځوان كورنۍ دا دروند بار پورته نه كړي شي؛ نو ښه مېړه ځان مكلف بولي چې هر څه په ښه طريقه پاى ته ورسوي. د غزني او كلات ترمنيځ د سيمو په ځينو پښتنو كې د داســې ځوان اوۍ هــم لومړى د كلي د مشر يا (ښه ميړه) كـــور تــــه راوړي او نــاوې او زوم بـــيا څو E روځې وروسته خپل كور ته او د يا د كلي كوم تش انگړ ته ځي او هلته ژوند كوي. د (پښتنو دودونه، ص 42-45).
[4] انگۍ، ص 255
[5] د پښتني قبيلو, ص 271. پښتانه ډېر په ناموس كلك خلك دي، په نړۍ كې بل هېڅ كام ناموس ته په داسې درنه سترگه نه گوري لكه پښتانه چې ورته گوري، په يوه ښځه په لسگونو سړي وژل كېږي او په ښځه باندې د كورنيو او كليو دښمني په لسگونه كلونو دوام كولى شي؛ خو ځنې نور خلك بيا ښځې ته د متاع په سترگه گوري او (ناموس) هېڅ جدي نه نيسي. د مثال په توگه د هندي پنجاب په ځينو سيمو كې ښځه خرڅېږي. دواړه خواوې محكمې ته ځي، خط ليكي، يو يې خرڅوي او بل يې رانيسي. هلته داسې هم پېښېږي چې كه څوك ډېر بېوزلي يا پوروړي وي، نو خپله ښځه يا لور د لنډې مودې له پاره په چا خرڅه كړي. كله چې د ده لاس وچلېد، د هاغه سړي پور خلاص كړي او خپله ښځه يا لور بېرته راولي. گرو شوې ښځه د پيسو د خاوند د ښځې حيثيثت لري او كېداى شي چې داسې ښځه اولاد هم وزېږوي.Marriage customs… page 8
[6] انگۍ، ص 255.
[7] په مروتو پښتنو كې هم دا ناوړه دود ډېر دى چې كمكيان يو د بل له پاره ټاكي(د مروتو، ص 17).
[8] انگۍ، ص 142- 244.
[9] د پښتني قبيلو ، ص 245
[10] د پښتني قبيلو, اثر ص 165.
[11] په نورستان كې د ځوان كور ته د پېغلې ورتگ جرم بلل كېږي او د حل يوازنۍ لاره يې دا ده چې ننواتې ورته كېنوي. په دغه ننواتې كې ځوان له خپلو څو خپلوانو او سپين ږيرو سره د پېغلې كور ته ورځي او له ځانه سره يو- دوه څاروي (معمولاً وزې) هم بيايي. كه د پېغلې كورنۍ ننواتې ومنله په دوې ډېر دروند بار(ولور) ږدي، كه د ځوان خپلوانو ولور ومانه ستونزه پاى ته رسي او كه نه پېغله ټول عمر د خپل پلار كور ته نه شي ورتلاى. د ښاغلي عبدالجبار نادر په وينا په لغمان كې د تښتېدلې پېغلې په هكله ننواتې زياتره نه منل كېږي. يا به د ځوان كورنۍ هغوى ته ښځه وركوي او يا به خبره په مرگ پاى ته رسېږي. (په لغمان كې، ص 69-70).
په كوچيانو كې كه كومه پېغله په خپله وركړه ناراضه شي. په بل سړي غږ وكړي او يا وتښتي د پلارگنۍ له خوا وژل كېږي (پښتانه كوچيان، ص 225).
په اپريدو كې كه جنۍ وتښتي د وژلو وړ ده. په دې پېښه نه جرگه پرېكړه كولاى شي او نه معافي او بښل شته. يوازنى لار د جنۍ وژل دي(انجنير مولانظر).
[12] د جزا قانون، ص 195- 156.
[13] انگۍ، ص 256- 259
[14] پښتانه، لومړى جلد، د قبايلو مستقل رياست، ص 137.
[15] د پښتني قبيلو، ص 27.
[16] د پښتني قبيلو ، ص 57
[17] د پښتني قبيلو ، ص 259. د تي كوچنى نجلۍ ته روڼى وايي يعنى هغه نجلۍ چې تازه يې سترگې روڼې كړي وي. روڼې چې كله د جرگه په پور كې وركول كېږي دغه وخت هم ولور لري او ولور يې د يوې پېغلې د ولور درېيمه برخه ده.
په قبيلوي بديو كې چې د دوستۍ د اعادې له پاره مركه پرېكړه وكړي روڼې هم د مقتول په ورثه كې د يو چا په نامه كېږي او ولور يې په پورتني ترتيب د خون له پور څخه منفي كېږي.
د استاد پوهاند عبدالشكور رشاد (ارواښاد) په نظر روڼى د (اورڼى) يا (اوڼى) څخه اخستل شوى دى(د پښتني قبيلو، ص 155).
وردگ د ماشوم د تړلو ټوټو ته اورڼي وايي چې د سيزني په واسطه له ماشوم څخه پېچل كېږي. په كندهار كې د ماشوم د تړلو ټوكرانو ته (روڼى) وايي.
[18] پښتني قبيلو، ص 122.
[19] د پښتني قبيلو ، ص 181.
[20] د پېچدرې، ص 103
[21] انگۍ، ص 235- 238
[22] د تڼيو. ص 91.
[23] د پښتني قبيلو ، ص 125.
[24] د پښتني قبيلو ، ص 139
[25] د پښتنو دودونه، ص 127-128
[26] د پښتني قبيلو، ص 158.
[27] د پښتني قبيلو ، ص 260.
[28] د تڼيو .... ص 74.
1- سكان هغه چا ته چې دوى ته ديني لارښونې رسوي ( بايجي) يا ( جيانيجي) وايي .هندوان داسې كس( پنډت) يا ( برهمن ) بولي.
1- ويساك ( د اپريل څوارلسمه نېټه) د گورو گوبن سنگهه ( لسم گورو) په واسطه د سك مذهب د بشپړېدو روځ د ويساك په نوم ياديږي.
2- ديوالي ( د نومبر څوارلسمه روځ) د هندوانو سپيڅلې روځ ده. هندوان وايي چې د دوى پخوانى مشر ( سري رام چندر) څلويښت كاله د يوه غره ( بنباس) په ځنكل كې په عبادت تېر كړل. كله چې رام چندر له دې اوږده غيابت او عبادت څخه وروسته د استوگنې سيمو ته ستون شو، خلكو جشنونه جوړ كړل او ډېوې يې بلې كړې. اوس هم هندان د دغه روځې په شپه ډېوې بلوي او خوشالي كوي.
3- مانگي د ژمي وروستۍ روځ ده. هندوان او سكان په دې اند دې چې د ژمي وروستي شپږ شپې او روځې لږ غوړې او نرمې شي او بيا پسرلى پيل كېږي.
4- كړوچوت هغه روځې ته وايي چې ښځه د خپل خاوند له پاره روژه نيسي، هندوان او سكان دې روژې ته ( ورت) وايي. ښځه په دا روځ هېڅ شى نه خوري، سرې ( لال) جامې او سره بنگړي اچوي او ځان سينگاروي. ماښام مهال دا روژه تۍ ښځه بام ته خېژي، كه يې مېړه په كور كې وي هغه هم ورسره بيا يي او كه نه عكس يې ورسره وړي او هڅه كوي چې د ماښام لومړني راختونكي ستوري وويني.
د ستوري له ختو وروسته دا ښځه كه هندوه وي ( بگوان) ته او كه سكه وي ( گورو) ته دعاوې كوي چې خدايه خاوند ته مې روغ صورت، اوږد عمر، ډېر عزت او ښه شته وركړې، د پرديو له احتياجه يې وساتې او ډېره نيكمرغۍ په برخه كړي. له دې دعا وروسته دا ښحه كور ته ننوزي، (ورت) په اوبو ماتوي او بيا ډوډۍ خوري. كه د دې ښځې مېړه په كور كې وي، د شپې په همغه سرو جامو او سرو بنگړو كې ورسره څملي. E مېړه په دې شپه د خپلې ښځې ټول بنگړي ماتوي، دواړه خوشاله وي او دا وايي چې په يارانه كې بنگړي ماتېږي!
ويچارسنگهه وايي چې دوى په خوست كې ( كړوچوت) نه درلود او دا دود يې د هند د فريد اباد له هندوانو او سكانو څخه زده كړى دى.
[34] - د سكانو كتاب ( گروگرنت صيب) او د هندوانو ( بگوان گيتا) نومېږي.
