"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د وردګو د واده دود او بدلې (۵)

ویشنه:د واده دود دستور او سندریز ځېلونه

 

لیکوال : احسان الله ارینزی 



                                                                                                        پينځمه برخه              

                                                                                                


په وردگو كې د ماشوم د زېږېدلو دود

د انسان د ژوند په حقيقت كې د تللو او راتلو او نوي كېدلو يوه پرله پسې او پيلې لړۍ ده له بابا ادمه تر دې دمه همدا خبره ده.

غور نېكه، ترنېكه، نېكه، بابا، پلار، زوى، لمسى، كړوسى، كودى، لخكى([1]) پردى([2]) او .... هغه چې وو، تللي بيا يې پر ځاى نور راغلي. دا (نور) لومړي زېږېدلي، بيا د ځايونو او د وختونو په شرايطو كې لوي شوي او د پخوانو د ژوند چارو او تجربو په مرسته يې ژوند كړى او  بيا يې په خپل وار نورو ته ځاى خوشې كړى او تللي دي. له هغه ځايه چې انسان ډېر اجتماعي ژوند لرى د خپل ژوند د هرې پديدې د لمانځنې له پاره يې ځانگړي دودونه رامينځ ته كړي دي.

هغه چې ځي يعنې مري په دود خاورو ته سپارل كېږي او هغه چې راځي يعنې زېږي هم بې لمانځلو نه پاتېږي. په دې برخه كې هر كام او ولس ځانله خپل ځانگړي دودونه او سلسلې لري.

البته څرگنده ده چې د كامونو او ولسونو هغه لومړنۍ دودونه تر اوسه په همغه لومړنۍ بڼه نه دي پاته. ځينې له مينځه تللي، ځينې له نورو سره گډ شوي، په ځينو كې بدلون راغلى او داسې نور.

په دې لړ كې د ماشوم د زېږېدنې دود څه په پرونيو گڼو ټولنو او څه د نننيو بېلو كورنيو په غېږه كې ډېر په زړه پورې دي. موږ د وردگو په دود دستور باندې دلته رڼا اچوو.

په وردگو كې اميدواره ميرمن- د اميدواري په وروستو مياشتو كې څو ټكو ته پام ساتي: له درنو كارونو څخه ځان ژغوري، له هغه ښځو څخه چې سترگې يې (درنې) وي او د دې يا ماشوم له پاره يې خطره پيدا كولاى شي تر ممكنه حده ځان ساتي او حتى د غزني يا خپله د وردگو په زيارتونو كې (بندونه) اخلي.(بندونه) دوه ډوله اخيستل كېږي: كه اميدواره ميرمن په خپله زيارت ته ولاړه شي د زيارت متولي يو پاك سپين تار اووه ځلې د ښځې له سره تر پښو نيسي چې تر (دم) وروسته په (جلدونو) كې پوښل كېږي او تر ملا تاوېږي. كه (بندونه) بل څوك اميدوارې ميرمن ته راوړي، متولي هغه تار د زيارت پر قبر اووه ځلې تاووي او بيا (دم) كېږي او پوښل كېږي. په دواړو حالاتو كې د زيارت متوليان خپله شكرانه اخلي. د دې (بندونو) تر څنگ چې اكثراً د ماشوم د پاييدلو په منظور اخستل كېږي زياتره كورنۍ د (بد نظر) تعويذونه هم برابروي او په خونو كې يې پټ ځاى ځوړندوي([3]).

د دې په څنگ كې اميدواره ميرمن د فراغت په وخت كې د ماشوم د جامو او بسترې جوړولو ته هم پام ساتي. په جامو كې دا شيان د يادولو وړ دي: وروڼي([4])، سزني([5])، شلوكې([6])، سربند([7])، شاو كوله([8]) او كميس. د ماشوم د بسترې د پاره بړستنگۍ، نالى(توشكه) او بالښت جوړېږي.

همدا شان د ماشوم تر زېږېدو د مخه د اميدواره ميرمنې مور يا خواښې د هغې له پاره من نيم من ژېړ غوړي ، هگۍ او ځينې نور خوراكي شيان برابروي.

ماشوم د اميدواره ميرمن د مور، خواښې او د كلي د كومې بلې سپين سرې با تجربه ښځې تر پاملرنې لاندې زېږي. ماشوم سملاسي په يوه پاك ټوكر كې پيچل كېږي. دا وخت (زچه) په ژېړو  غوړيو كې هگۍ څښي او اسراتحت كوي. كه نوي زېږيدلي ماشوم جلى وي خبره سړه تېرېږي؛ خو كه هلك وي له همغه لومړيو شېبو څخه خوښې او مباركي پيل كېږي. كه د چا لومړنى زوى وي يا له څو نجونو څخه وروسته نارينه اولاد وي او يا د ماشوم پلارگنۍ په كلي كې له چا سره سيالي ولري؛ نو د ماشوم پلار، بابا، تره يا كوم بل نژدې خپلوان د خلكو د خبرتيا له پاره د ټوپكو ډزې كوي. كله نا كله د دغه كورنيو خپلوان هم په دې خوښي كې برخه اخلي او ټوپك ولي. كورواله د دې ټوپكو تر خوله ځونډي او دستمالونه ورتړي. ماشوم ته ژر تعويذونه برابرېږي او له (سترگو) نه يې پټ ساتي([9]).

همدا شان د ماشوم د كور هغه خورلڼو ته چې په نورو كليو كې واده وي د كلي د ډم يا كوم بل چا په لاس د ماشوم د زېږېدو (زيري) لېږل كېږي، دا خبر لوڅ له خورلڼو څخه په زېري كې لنگۍ، جامې، دسمال او يا نغدې پيسې شريني تر لاسه كوي. همدغه راز هغه ښځې نجونې چې لومړى ځل د كور نارينه د ماشوم په پيدا كېدو خبر وي له هغوى نه د زېري په بدل كې شيرني غواړي. بيا نو د ماشوم په غوږ كې اذان كېږي او په كليوالو شريني ويشله كېږي.

څو ورځې وروسته د هلك د پيدا كېدو مباركي پيل كېږي، ډله- ډله ښځې او نارينه د ماشوم مور او پلار ته په مباركي ورځي، ښځې د ماشوم له پاره له ځانه سره جامې، شلوكې، ټوكر او يا ميوه سوغات وروړي. ځنې خلك د هلك په زېږېدو د تنگ ټكور مجلس جوړوي، پسه حلالوي او خلك راغواړي په خپلو نژدې خپلوانو ښځو كميسونه او ټيكري ويشي او هغې سپين سرې ښځې ته چې د ماشوم په زېږېدو كې يې مرسته كړې وي شيريني (كميس يا ټيكري) وركوي.

د ماشوم د نامه په ايښودلو هم كوچنى مجلس جوړېږي. هڅه كېږي چې د ماشوم له پاره د كوم ښه ديني شخصيت يا سيمه ييز عام مخور او درانه سړي نوم غوره شي، د دې په څنګ كې كه د چا دېر زامن وي يا د چا ډېر وروڼه وي د دوى نومونه هم د نوي ماشوم له پاره د ښه او نيك فال په توگه ټاكل كېږي. ځينې كسان چې پرله پسې لورانې زېږوي په خپله وروستيو لورانو داسې نومونه ږدي چې نور به نو لورانې بس شي لكه بله نشته، بس بي بي، بسكو او نور.

په وردگو كې (زچه) ښځه څلوېښت روځې استراحت كوي. په دې ټوله موده كې يوازې شيراوه (د ژېړو غوړو مايع حلوا) هگۍ، د پسه د غوښې ښوروا، ښېلى او چاى خوري او بس. له يخني او سړو اوبو نه ځان ساتي، يخې اوبه هېڅ نه څښي او ځان تر څلوېښتو روځو پورې نه وينځي. وردگې مېرمنې متاسفانه په داسې خوراكي رژيم ځانونه ته درانده زيانونه اړوي چې د ژوند تر پايه يې ځوروي.

هغه ميندو چې د اميدواري په وخت كې بندونه اخيستي وي تر ناروغي وروسته (بندونه) د ماشوم په غاړه كې ځوړندوي. كه ماشوم د (نلځي)([10]) اولاد وي ځانگړي خيرات هم پرې كېږي. دا خيرات د ماشوم د پلارگنۍ په اقتصادي وضع پورې اړه لري او له يوه كوره تر بله پورې توپير مومي.

هغه كورنۍ چې نارينه اولاد يې نه پاتېږي او مري د خپل نوي ماشوم د ژوند له پاره ډېرې هلې ځلې كوي. زيارتونو ته يې وړي، نذرونه وركوي، تعويذونه ورته ليكي او محلي طبابت ته لاس اچوي.

د ماشوم د ژوند په لسمه يا يوه لسمه مياشت د هغه د پيكي ويښته پرې كېږي. دا كار د ماشوم د تره، بابا، د كلي د ملا يا كوم بل سپين ږيري په واسطه تر سره كېږي او هغه وېښته ښه خوندي ځاى اېښودل كېږي. همدا شان كله چې د لومړي ځل له پاره د ماشوم ټول سر وخريل شو(ډم) خپله شيريني اخلي او وېښته يې خوندي كېږي. ځينې خلك د خپل ماشوم په ككرۍ كې يوه كوڅې وېښته ان تر پنځه- شپږ كلني پورې پرېږدي. كله نا كله په دې كوڅيو پورې مري او سپينه روپۍ هم گنډل كېږي هغه وخت چې ماشوم تر پنځو- شپږو كلونو يعنې له خطرې څخه تېر شو دا كوڅې په درناوي غوڅېږي او په پاك ځاى كې خوندي اېښودله كېږي.

په وردگو كې د كوچنيو ماشومانو د خوب له پاره له زانگو نه كار اخيستل كېږي دا زانگو يا تركاڼ له لرگو څخه جوړوي او يا په خپله د كور واله خلكو له خوا جوړېږي. په دې ډول زانگو كې د كوتې د يوه گوښۀ كونج په دوو ديوالونو باندې غورغى([11]) ټكوهل كېږي. بيا په دې غورغيو كې رسۍ([12]) يا چرمينې([13]) بندېږي او په منځنۍ برخه كې د شال يا بړستنې په واسطه د ماشوم د استراحت له پاره ځاى جوړېږي. د دې له پاره چې دا زانگو له ليرې څخه هم وزنگول شې په زانگو پورې يوه اوږده ټوټه تړله كېږي چې يو څوك يې كشوي او زانگو ته ټال وركوي.

بله هغه خبره چې دلته د يادولو وړ ده د ماشوم سنتول دي. په وردگو كې ماشومان عموماً د څلور او اووه كلن عمر په مينځ كې د كليو د ډمانو په واسطه په همغه پخواني او عنعنوي بڼه سنتېږي. كله چې ماشوم سنت شو هڅه كېږي چې تر روغېدو پورې له (ږغونو) څخه وساتل شي. په وردگو كې داسې عقيده موجوده ده چې ځنې ږغونه هم د سترگو په شان ناوړه اغېزې لري او زخمونه ژوبلولاى شي. په دغسې مهالونو كې ماشوم ته سپينه روپۍ او سليماني مرۍ([14]) ځړوي چې له بدو ږغونو څخه خوندي وساتل شي.

كله چې ماشوم له غېږې څخه جلا شو خاپوړې پيلوي. په ژبه راځي بيا (گرزاندي) كېږي او له كوره بهر وځي چې دا ځانله د څېړلو بېله. وضوع ده او بيلي خبرې غواړي.

په وردگو كې د ماشوم د ژوند په ارتباط څو نورې خبرې هم د يادولو وړ دي. ځينې داسې ښځې شته چې تر واده څو كاله وروسته هم بې اولاده وي. دا ډول ښځې زيارتونو او ملايانو ته مراجعه كوي او تعويذونه اخلي. ځينې ښځې په زيارتونو كې د څلورو  پنځو سانتي مترو په فاصله دوه كوكۍ(ميخونه) يا لرگي ټك وهي او بيا دا دواړه د تار په واسطه د زانگو په ډول سره نښلوي. د سيمه ييزو عقايدو له مخې دا چاره د لوى خداى له دربار څخه د زيارت په واسطه د اولاد د غوښتنې مانا لري.

همدغه راز په وردگو كې ميندې هېڅكله خپل ماشوم په تياره كې بهر ته نه وباسي او له دوازې څخه يې نه تيروي چې (اثري)([15]) نه شي.

په وردگو كې ميندې خپل ماشومان د شپې نه وييځي چې (پيريان)([16]) يې ويني او پرې كيني. كه چېرې كومه ښځه په تياره كې خپل ماشوم پريونځي او بيا وروسته هغه ماشوم ناروغه شي، نو ټول وايي چې پريان پرې مين شوي او ماشوم ژوبل شوى دى.

په وردگو او نورو پښتنو كې د ښځې، ناوې او واده ټوټكې يا كركې:

 پخوا چې د پښتنو ژوند پوونده، كوچياني او لږ استوگن وو، داسې ښكاري چې دوى له سواد، كتاب، ښوونځي او پرمختللې نړۍ څخه ليرې پاته وو، د غرو- رغو په لمنو كې به له خپلو رمو سره لالهانده وو او يا يې ډېر ساده كليوالي ژوند درلود چې بهرني نړۍ ته يې هېڅ لاره نه درلوده، ساده زېږېدل، ساده ځوانېدل او همغسې ساده مړه كېدل او خپله نړۍ يې تقريباً په همغه پخوانۍ بڼه او  بې له كومه ستره توپيره خپل بل نسل ته پرېښوده او دا لړۍ همغسې روانه وه.

اوس چې موږ د يوېشتمې پېړۍ د نړۍ پرمختگونو ته هېښ پاته يو، ډېرى پښتانه لا هم په همغه ډېرو بدوي پخوانيو شرايطو كې ژوند كوي، د فكر (اند) ساحه يې ډېره تنگه، د ژوند امكانات يې ډېر محدود او د بدلون روحيه په كې ډېره كمزورې ده. داسې فكر كېږي هغه څه چې موږ ورته پښتونولي يا د يو شمېر حقوقي، تعاملې او جزايي قبيلوي كودونو مجموعه وايو، نسل په نسل لېږدېدلې او له غورنېكه او بابا څخه يې تر لمسي او كړوسي پورې داسې كلكې جرړې زغلولې چې ماتيدنگ يې ناشونى ښكاري او څوك په آسانۍ سره د دې برجورې كلا د سحر او افسون له پخو او جگو ديوالونو څخه د وتلو لار نه ويني. زامن او لوڼې د ميندو او پلرونو په شان فكر او ژوند كوي، ميندې او پلرونه په خپل وخت كې د خپلو ميندو او پلرونو په شان لوى شوي، د هغوى په پله يې پل ايښى او د پلار- نيكه له لارې وتنگ يې لويه خطا بللې او هغوى هم د خپلو پخوانو په شان ژوند او فكر كړى او دې لړۍ همدا كړۍ همداسې مظبوطې ساتلي او پښتونولى تر ډېره ځايه بې توپيره پاته شوې او تر موږه پورې رارسېدلې ده.

لكه چې د مخه هم ورته اشاره وشوه موږ د قبيلوي او واړه ذهنيت د كودونو په يوه سرتړلې نړۍ كې ژوند كوو، په دې نړۍ كې هر څه خپل دي او د نوي شي د راتگ مخه نيول كېږي. پښتانه خپله ولسي پوهه لري او د خپلو رواياتو په سيوري كې ژوند كوي. اوس چې په دې كتاب كې د وردگو او نورو پښتنو د واده په هكله خبرې تر د دې ځايه راوسېدې په كار ده چې په پښتنو كې په هغو شاگومونو (شاگوم- شاگون) ټوټكو يا انگيرونو باندې هم پوه شو چې په ښځه، ناوې او واده پورې اړه لري.

ټوټكې د پښتنو په ولسي رواياتو كې هغه اند دودونه دي چې له يوه نسل څخه بل ته راغلي او يا خلكو عملاً ليدلي او يا اورېدلي دي. ټوټكې په حقيقت كې د هغه ستونزو، كړاونو، ناروغتياوو او بدو پېښو د مخنيوي لارې چارې دي چې خلك ورسره مخامخ كېدونكي وي. په بله ژبه ډېرې پوونده او كليوال پښتانه فكر كوي چې كه (پلانى) كار وكړي يا ونه كړي، نو له (پلاني) احتمالي ستونزو سره به مخامخ شي يا نه شي. ټوټكې له تجربې سره تړلې دي او كېداى شي چې د (تلقين) ناپېژندلى عنصر هم په كې لاس ولري. په پښتنو كې سپين ږيري او سپين سرې د ټوټكو يا انگيرونو د اند دود پالوونكي او هستوونكي دي او ورو- ورو خپلې دغه تجربې خپل بل نسل ته لېږدوي.

كه چېرته موږ د ټوټكو يا انگيرونو منځپانگې ته ښه ځير شو، نو به وينو چې له موږ نه پخوانيو او  د انساني ټولنو لومړنيو اوسېدونكو څه ډول فكر كړى او له ستونزو سره يې څنگه مقابله كړې ده؟ داسې ښكاري چې هغه خلك د طبيعي پېښو، ناپېژندلو ناروغيو او نورو داسې مسايلو سره مخامخ وو چې دوى يې د مخنيوي ډېر وس نه درلود اود ځانونو د اقناع له پاره يې داسې لارې چارې ميندلې وي چې له دوى سره به يې د زيانونو يا تكاليفو په مخنيوي كې مرسته كوله. د لمر تودوخه، د سپوږمۍ رڼا، تالنده، برېښنا، زلزله، سيلۍ، سېل، وحشي ځناور، تياره، دردونه او داسې نور په سلگونه شيان چې دوى ته نوي وو او مخنيوى يې نه شواى كولاى؛ ځكه يې د ځانونو د خوشاله ساتلو، اقناع او د ملاتړ د درلودلو په تمه داسې فكر كاوه چې كه پلانى كار وكړي يا ونه كړي، دوى ته به گټه ورسوي. همدې مجموعې ته كركې، كږنې، انگيرنۍ، ټوټكې يا شگون وايي.

دلته به هغه ټوټكې راواخلو چې په بېلابېلو پښتني قومونو كې د ښځو، ناويو او واده په برخه كې مروجې دي:

1- په وردگو او ډېرو نورو پښتنو كې كله چې ناوې نوې د مېړه كور ته ورشي او بيا كله چې نكاح تړل كېږي، د ځوان مور يا كومه بله ډېره خپلوانه په پرله پسې توگه؛ خو پټه بياتي كړپوي چې كومه بد خواه ښځه زوم او ناوې له نظره نه كړي او يا كوډې پرې ونه كړي. د سپين سرو ښځو د تجربې له مخې د بياتي كړپول د بد خواه ښځو د بد نظر يا كوډو مخه نيسي.

2- منگل خپلې نوې ناوې ته تر اوو ورځو پورې ستن او تار په لاس نه وركوي.

دوى په دې اند دي چې كه ناوې په اوو روځو كې كار وكړي، نو ټول ژوند به لالهانده او په عذاب وي او چې ناوې لالهانده او په كړاو وي، نوره كورنۍ هم ورسره په عذاب وي. كه چېرته كومه بله ښځه دې ناوې ته ستن او تار وركړي، كورواله مشرانو ښځې ته يو ډول كركه پيدا كېږي او له هغه ښځې څخه گيلې مانې كوي چې د دوى نوې ناوې ته يې ستن او تار وركړي دي.

3- منگل ناوې ته تر اوو روځو پورې تور لوښى په لاس نه وركوي په تېره بيا چې ناوې دغه تور لوښى د كورنۍ د غړو تر مينځ تېر كړى. كه داسې وشي، د كور مشرانو ښځو ته يو ډول كركه پيدا كېږي او ويره كوي چې په كورنۍ كې به بيلتون راشي او لارې به سره بېلې شي. دا مشرانې ښځې داسې هم فكر كوي چې كه ناوې په لومړيو اوو روځو كې تور لوښي ته لاس وروړي، په زړه كې به يې رخه او توروالى پيدا شي او له نورو ښځو سره به شخړې وكړي او په دې توگه به د ټولې كورنۍ ژوند تريخ شي.

4- منگل ناوۍ ته جورو (جارو) نه وركوي. لكه چې منگل ناوۍ ته په اوو روځو كې تور لوښي نه وركوي، همداسې جارو هم نه وركوي، دا كار كږلى بولي او فكر كوي چې بېوزلي او نيستمن  به شي، كه چېرته كومه مشره ښځه په اوو روځو كې ناوې د خونو په جارو كولو وويني، جارو ځنې اخلي او له دې كاره يې اړوي، كله- نا كله كېداى شي چې دا كار قصدي تلقين شي او مشره ښځه په ناوي په غوسه شي.

5- منگل په دې خوشاله كېږي چې ناوې يې په دريو روځو كې په ډېرو خونو ونه گرځي او يوازې په خپله كوټه كې وخت تېر كړي. دا خلك فكر كوي چې كه ناوۍ ژر خونه په خونه وگرځي په ټول ژوند كې به لالهانده وي او دوى به له كړاوونو سره مخامخ كړي.

6- د منگلو ناوۍ تر هغه وخته پورې د خپلو نژدې خپلوانو كورونو ته نه ځي چې هغوى يې ونه بولي. دوى وايي نوې ناوې بايد خپل ځان دروند كړي او د خپلو خسرخېلو درنښت ته هم وگوري. كله چې دغسې ناوۍ په مېلمستيا ولاړه شي، كورواله ورته خوندوره ډوډۍ پخوي او د بېرته تگ په وخت كې ورته سوغاتونه هم وركوي. كه چېرته كومه خپلوانه كورنۍ ناوۍ په تش لاس وباسي په خواښې او خسر يې ډېره بده لگي، دا ځان ته سپكاوي بولي او ښه يې نه انگيري.

7- منگل په ناوۍ له دريو شپو روځو وروسته، د لومړي ځل له پاره سهار مهال په نوي منگي كې له گودره اوبه راوړي. د سيمې خلك دې منگي ته سور منگى يا گړى وايي. كه د كور كومه ښځه ناوۍ ته زوړ منگى وركړي، د كاله مشره ښځه پرې په غوسه كېږي او دا د سپېره توب او خوارۍ نښه بولي.

منگلې مشرانې ښځې په دې اند دي چې له نوې ناوې سره ملايكې يا حورې ملگرې وي؛ نو كه ناوۍ په سره منگي كې اوبه راوړي، كوراله يې وڅښي او يا ښځې پخلى پرې وكړي، د هغه حورو بركت به په ټول كور كې خور شي چې له نوې ناوې سره ملګرې وي. منگل وايي چې ناوۍ د اوو حورو مرتبه او درجه لري او كه له دې سره د نورو حورو ملگرتيا هم په پام كې ونيسو، مرتبه يې ډېره لوړېږي.

8- په منگلو كې د جنۍ مور د واده په روځ خپلې لور ته يو دسمال وركوي چې هغه د ژړا په وخت كې خپلې اوښكې او يا د ودوزن په نورو سختو شېبو كې خپلې خولې پرې پاكې كړي. داسې ناوې ته بويه چې دا دسمال په خپل سندك كې تر ډېره وخته پورې خوندي وساتي. كه فرضاً ناوۍ يا د كور كومه بله ښځه دا دسمال بلې ښځې ته وركړي، د كاله مشرانو ښځو ته كركه درېږي او كه چېرته په داسې روځو كې كور ته كوم مادي يا معنوي زيان ورسي، دوى يې دهمدې دسمال له وجې بولي او ناوۍ غندي.

9- لكه چې په دې كتاب كې هم ورته اشاره شوې ده، منگل كله چې ناوې كور ته راوړي غنم، مالگه، پيسې او اوبه پرې شيندي، بيا په دروازه كې ميخ پرې ټك وهي او بيا يې خپل ځانگړي ځاى ته بيايي. منگل په دغه شېبو كې خپل ماشومان د ناوې له سيوري څخه ليرې ساتي او فكر كوي چې له ناوې سره اووه بلاوې (يا شيشكه) جوختې روانې وي او كېداى شي چې دروند سيورى يې په كوم گلالي ماشوم ولوېږي.

د منگلو د عقيدې له مخې ناوۍ سيورى لري او كېداى شي چې په ماشومانو سربېره په لويانو او حتى څارويو ولوېږي، څاروي گوډ مات او يا له شودو پاته شي. د زوم د كورنۍ حامله ښځې تر اوو روځو پورې ځانونه د ناوۍ له سيوري څخه ساتي او كه چېرته د اولاد د لوېدو وېره او كركه ورسره پيدا شي؛ نو هڅه كوي چې د ناوۍ د جامو كومه كوچنۍ ټوټه او د سر څو وېښته ومومي. كله چې دا شيان د حامله ښځې په لاس ورغلل، ټوټه او وېښتان په يوه غوټه كې تړي بيا اووه گامه ورسره په شا له كوره وځي او دا غوټه د هدېرې په كوم زاړه قبر كې ښخوي. دا ښځې په دې توگه ځان ډاډه كوي چې له ناوۍ سره راغلې بلاگانې مې ښخې كړې او بيا نه راوځي. 

10- په منگلو كې ځنې ناوۍ د خپل ناوېدود په لومړيو شپو كې د خپل خسر په كور كې وېرېږي. كه داسې ناوۍ خپله خواښې يا د كور بله مشره په موضوع خبره كړي، دا ښځه په كلي كې كور په كور گرځي او ورته وايي چې ناوې مو په سترگو (نظر) شوې او ډارېږي؛ نو تاسو د خپلو جامو يوه- يوه كمكۍ ټوټه او لږ د سر وېښتان راكړئ چې دود يې كړو. كله چې دا شيان راټول شول د ناوې خواښې يې اووه ماخوستنه ورته دودوي او د (نظرمات) خبرې ورته تكراروي، خدايه د تورو سترگو، د شنو سترگو، د سرو سترگو، د خپلوانو د سترگو، د پرديو د سترگو او د هر چا د بدو سترگو يې وساتې.

منگل عقيده لري چې داسې ناوۍ ورو- ورو ښه كېږي او وېره يې وركېږي.

11- په منگلو كې ناوۍ په درېيمه روځ د وړيو كوټې (كوټه- ذخيره) ته ورولي او ورته وايي چې بسم الله كړه او په وړيو لاس ومنډه. دا خلك فكر كوي چې دغسې ناوۍ به د ډېرو مېږو، پسونو او وړيو څښتنه او شتمنه شي.

12- په منگلو كې كه څوك كومه جنۍ خپل زوى- ورور ته په نامه كړي، يا په بله ژبه (خوانى) پرې واچوي او بيا دغه كورنۍ شتمنه شي ټول وايي چې د (پلانۍ) كَوڅۍ په موږ پورې ښه شوه او داسې جنۍ په ښه نامه يادوي.

13- ښځې له بد نظر څخه د خپل گلالي ماشوم د ساتلو له پاره يا د دوى مخ د نغري په توركى توروي او يا سره ټوپۍ (خولۍ) ور په سر كوي چې د ښځو نظير (نظر – ديد) مخه پرې ونيسي. د منگلو په ځينو سيمو كې ځينې سپين سرې ښځې په دغه سره ټوپۍ سپين كونجكۍ او سدپ (صدف) هم ځړوي.

14- په منگلو كې كه په كوم كور كې پرله پسې څو هلكان وزېږي او يا نورې نيكمرغۍ ډېرې شي، د كور مشره ښځه د خلكو د بد نظر د اوښتو له پاره د خپلې دروازې څنگ ته په ديوال خوشايه تپي. دوى عقيده لري چې په داسې مواردو كې د خلك بد نظر په خوشايو لوېږي او دوى خداى ترينه ساتي.

15- په منگلو كې كه د كومې ښځې ماشوم نه پاته كېږي او له زېږېدو وروسته ډېر ژر مري زړې ښځې داسې ماشومان په بېړه ملايانو، اخندانو او زيارتونو ته وړي او بندونه ورته اخلي. په منگلو كې كه دعاوو او پيرانو هم څه گټه ونه رسوله، د داسې ماشوم يا ماشومانو پلار په بيړه ورځي او د كلي بډاى سړى په يوه پټي كې سورى جوړوي او بيا همدا نوى زېږېدلى ماشوم اووه ځلې په بسم الله- بسم الله له همدې سوري څخه وباسي او په دې توگه ځان ډاډه كوي چې كه خداى كول دا ماشوم ژوندى پاته كېږي.

ځنې سپين سرې ښځې داسې نه پاېيدونكى ماشوم ته د كلي له اوو كورونو څخه لږ- لږ ټوټې راغونډوي او له دې رنگارنگ ټوټو څخه ماشوم ته كميس جوړوي او بيا يې وراغوندي او دعا كوي چې لويه خدايه د  اوو منگلو او اوو نيازبينو په روى د دې بېوزلي ښځې ماشوم ورلوى كړې.

16- په منگلو كې كه د كومې ښځې اولاد نه كېږي، نو زيارت ته ځي، هلته نغري تودوي او زانگو تړي. دا زانگو ډېر وړه وي او د زيارت د قبر خوا ته جوړېږي. داسې ښځې كله نا كله په دې زانگو كې يوه كوچنۍ شگه هم ږدي، كه د شگې په اچولو سره زانگو وخوځېده- ښځه خوشاله كېږي او اميدواره كېږي چې كه خداى كول اولاد به راوړي. همدا راز ځنې هغه نجونې چې عمرونه يې پاخه شوي وي او لا يې مېړونه نه وي كړي هم زيارتونه تودوي او هلته زانگووې جوړوي.

17- كه په يوه كور (كلا) كې دوه ښځې په نژدې روځو كې ماشومان وزېږوي يا په بله ژبه څلوېښتي يې شريكه وي، هڅه كوي چې ځانونه يو د بل له غږ څخه وساتي. كه داسې وشي غږ وهلې ښځې ته كركه پيدا كېږي چې هسې نه چې ماشوم ته مې كوم زيان ورسي. په دغسې حالاتو كې د كور كومه مشره ښځه د دې دواړو ښځو پوړنى سره بدلوي چې زړه بداوى له مينځه لاړ شي.

18- په منگلو كې كه چېرته په يوه كلا كې، چې څو كورنۍ په كې اوسي، دوه ښځې وړاندې وروسته ننگې(لنگې) شي او ماشومان وزېږوي، د دوهم كور يوه ښځه پاڅي او د مالگې يوه ټوټه د لومړۍ مېرمنې خولې ته نيسي، هغه لږ لاړې پرې غورځوي او يوه وړه ټوټه يې ځان ته اخلي، بيا دا ښځه خپل كور ته راځي او پاته مالگه د خپلې زچه خولې ته نيسي، هغه هم لاړې پرې غورځوي او لږ مالگه ځان ته اخلي. البته دا ټولې چارې پر دواړو كورنيو كې په پټه خوله تر سره كېږي.

منگل فكر كوي چې په دې توگه به د ښځو څلوېښتي يو په بل نه لوېږي. كه چېرته په داسې كلا كې د دوهم كور كومه ښځه بېله مالگې څخه لومړي كور ته ورشي، هغوى ته كركه پيدا كېږي او وايي چې خپله څلوېښتي يې په موږ راوغورځوله او كېداى شي چې زموږ ماشوم ومري.

19- په منگلو كې كه په يوه كلا كې دوه ماشومان وړاندې وروسته وزېږي او يو مړ شي، د ژوندي ماشوم كورنۍ هڅه كوي چې په خپل كور باندې د مړه ماشوم د مور د څلوېښتۍ د لوېدو د ناوړه اغېز مخه ونسي؛ ځكه نو له دوى څخه غواړي چې په مړه ماشوم يوه سپينه ريتاړه (لټاړه) ونيسي او بيا يې په مړستون (قبر) كې ورسره خښه كړي. كه داسې وشي د ژوندي ماشوم د كوورواله وو له زړونو څخه كركه وركېږي او فكر كوي چې هر څه له مړه ماشوم سره قبر ته لاړل.

20- په منگلو كې كله چې په كوم كور كې هلك پيدا شي، ښځې بدلې پيل كړي او نارينه د خوشالۍ ډزې كوي. په داسې كلي كې كه د نوي ماشوم د كورنۍ په نژدې خپلوانو يا كليوالو كې څوك مړه شوي وي؛ نو ډېر پام كوي چې هغه خلك يې په دې ډزو او بدلو خوابدي نه شي. په ځينو وختونو كې د مړي كورنۍ د دې له پاره چې خپلو- خپلوانو ته د ښادي اجازه وركړي پخپله راځي او د ماشوم د كور مخې ته د خوشالۍ ډزې كوي او يا بدلې بولي او  په دې توگه د ماشوم د كورنۍ خوشالۍ ته لاره پرانيزي.

21- هغه منگلې ښځې چې نوى ماشوم زېږوي، بايد ډيوه يا لالټين تر سهاره ځان ته روښانه پرېږدي. په ځينو كورنيو كې دا ډېوه تر څلوېښتو روځو پورې له ماښامه تر سهاره بله وي او فكر كوي چې هغه ماشومان ناروغه كېږي چې د شپې په تياره كې ويده كېږي. منگلې ښځې د كوچني ماشوم په زانگو باندې قران عظيم الشان هم ږدي چې پيريان او سوبيان له ماشوم څخه ليرې وساتي.

پښتني د ماشوم له زېږېدو وروسته ژر ځان نه مينځي. ځنې كورنۍ څلوېښت روځې خپلې ناوې ته اجازه نه وركوي چې په ځان اوبه واچوي په داسې كورنيو كې ماشوم هم ژر په  اوبو نه وينځي او ورو- ورو يې (مرغوڼى) كوي. مرغوڼي هغه غوړ پتير خوشته اوړه دي چې مشرانې ښځې يې ورو- ورو په ماشوم پورې موښي چې مرداره پخه تويې كړي او نوې غوښه واخلي.

22- په منگلو كې ځوانې ښځې خپلو ماشومانو ته سرتور سر تى نه وركوي او مشرانې ښځې تل خپلو لورانو او نگورانو ته وايي چې تلپك (طفلك) ته په لوڅ سر تى مه وركوئ، ځكه چې واړه سوبيان او پيريان به په ماشوم سيورى وكړي.

23- منگل ميندې او پلرونه د خپلې لور د واده په روځ هغې ته يو ښكلى پوړنى د سوغات په توگه وركوي او مطلب يې دا وي چې لور يې له خيره په ډېره عزت د خپل مېړه كور ته لاړه شي. د منگلو د اند له مخې ناوۍ بايد دا پوړنى پخپله زوړ كړي او بل چا ته يې ورنه كړي.

كه چېرته ناوۍ په ناپوهۍ سره دا پوړنى د كلي كومې بلې ښځې ته موقتي يا دايمي وركړي، د كاله مشره ښځه ورته په غوسه كېږي دا كار ځان ته ښه نه بولي او فكر كوي چې مالي يا ځاني زيان به ومومي.

منگل همداسې چې د نوې ناوې پوړنى چا ته نه وركوي، د زوم د واده لنگۍ هم چا ته نه وركوي او زوم يې بايد په خپله زړه كړي او يا يې خپل پلار يا ورور ته  د سوغات په توگه وركړ، ؛ خو له كوره د دې لنگۍ ويستل ښه نه بولي او ځان ته يې كركه دروي. كه دا لنگۍ له كوره ووته او په كور كې كوم مالي يا ځاني زيان پېښ شو، خلك همدې لنگۍ ته گوته نيسي.

24- منگلې د درېيمې شپې مياشتې ته نه گوري او له هغې نه كركه كوي. دوى داسې انگېري چې د درېيمې شپې مياشتې ته كتل تور تومت (تهمت) لري او سړى بايد ځان ترې وساتي.

25- كله چې پسرلى باران اوري، منگلې ښځې خپلو كورونو ته ننوځي  او خپل د اوړو هغه كندوان په سوكونو ډبوي چې ژمې څه نا څه تش شوي وي. دوى فكر كوي چې په دې سره به خداى ورښتونه او حاصلات ډېر كړي او خلك به له خوارۍ څخه وژغول شي.


 

چغيان

د چغيانو پېژندگلوي مخكې، د دې كتاب په لمړيو پاڼو كې شوې ده. دا ده له ژمنې سره سم د چغيانو څو نورې بېلگې تاسو ته وړاندې كېږي:

 | ورا را ښكار سوه لوړ ماځگير دى | د خواجه خدر  پر غره ژړ نمر دى
 | و پريدي كور ته مې نن گذر دى | د بل په كور كې مې كله اختر دى
 | *
 | كه زه واى پر ليوره گرانه | د كوټې لارۍ به وه ولاړه
 | په دې موټر نه يم خوشاله | ته يې پنچر كې پاكه باداره
 | چې زه معطله سم تر ماښامه *
 | د تحصيل پر سر الوان | پر ولات ډېر وو ژړى گلان
 | ما ته يې راكئ گل د ريحان | پر اړخو روغ و پر ميان خزان
 | *
 | چې پورته كېناستمه صحرا ده
 ادې د گچ له كله راووزه
 دا د لاله د كوټې پر غوږى
 
 | پر سر يې تللې د گچ كلا ده
 كه ستا دورې په ديد رضا ده
 دالته د زرو بيالې بهېږي
 

 | لايقې نجونې دې پې نازېږي | پرديسۍ ځي تر ملك تېرېږي
 | *
 | شينكۍ كوتره وم ښورېدمه | نه چا نيومه نه چا كتمه
 | په هر بوټكى به پريوتمه | نن ناولده يې كېيستمه
 | *
 | لاله پټكى دى په ولونه ولونه | پرتوگ در ټول كړه پر ځنگنونو
 | نه دى راو كړه ها سره كورونه | نه دې ورنكړم په امېلونو
 | نن مې سر كوز دى تر سيالو نجونو *
 | وه جلو داره! د خداى له پاره
 
 | جلو مې پرېږده له دغه واره
 

 | خداى خبر دى له بله واره
 

 | *
 | بابا كپۍ به په پښو كومه | زه به په خپله هدېرې له ځمه
 | د لالا خاك به ځله توومه | لاس به د ننه وراچومه
 | دا خپل زړگى به په سړومه *
 | د سپينې خونې تر مخ ډېوه ده | يو مه نيكه بله انا ده
 | د دوى حرص ډېر د دنيا دى | گټه يې هېره د عقبى ده
 | *
 | د سپينې خونې تر مخ مه ولئ | تربور مه سپين دى لكه خزرى
 | خداى دې د خپلې ناوۍ روزى كى | زما بې قلم نه و وهلى
 | *
 | دا دورې پورته وبا يادېږي | په نوو ناوو دې ولگېږي
 | پر نورو خلكو دې فضل كېږي | دا سره كورونه دې نه پاتېږي
 | *
 | لكه كوتره په هوا تلم | وزر مې مات سو راولوېدم
 | زه خو بابا ته ښېرا كوم | و سپي سړي ته يې وركوم
 | له خوره و موره يې جلا كم *
 | دوړه ښكاره سوه په گډپر كې | ورا مې راغله په تور موټر كې
 | خپل كاڼي بوټي سو راڅه پاته | او رمې بل دى د زړه په سر كې
 | *
 | موټر راځي په مخ كې يې اور دى | زما شين سترگي لېور كې سپور دى
 | بابا راكړى د زرو كور دى | دغه لا نه دى دومره لا نور دى
 | *
 | ورا روانه په څه خرپي ده | تر اور خو سخته دا پرديسي ده
 | له مور و پلاره څخه مې وړينه | په پردي كور كې مې كمه ښادي ده
 | *
 | ښه پسرلى دى باران ورېږي | اوبه بهاندي بيالې بهېږي
 | خپل مور و پلار له ما بېلېږي | زړه مې د لم غوندې وېلېږي
 | *
 | ږغ په اسمان كې دى د زاڼو | د پښو خرپى دى زما د وراباڼو
 | راځي زموږ د بابك كور ته | دوى دي سپاره په سرو بياڼو
 | *
 | د سپينې خونې تر مخ ماخئ | تربرو كېنئ ټولى- ټولى
 | لرگي در واخي زمكې گروئ | د ترلو نه ياستي د مړوښې
 | د گور چينجيان مو وخوره دا سرې لنگۍ *
 | تر بوره لاس مه په لاس كې دركئ
 
 | ما ويل ته به يې رابچ كې
 

 | تا د ظالمو په لاس كې وركئ
 

 | *
 | د سپينې خونې پر وره غنم | زه برابر باندې كېنم
 | د ښو ځوانانو سيل كوم | زه بې قصوره جېل له به ځم
 | *
 | ورا راغله نن له بازاره | ناوكۍ يې راوړه ښايسته غاړه
 | وښي يې په لاس گوتې په گوتو | پر مخ يې جوړه د خولو لياره
 | *
 | ادې سېځلى دې پرديسى يم | لكه رنځوره تل په زگيروي يم
 | خوند مې هېڅ د زوندون نسته | په زړه زهيره مدام بيخى يم
 | *
 | ناوكۍ راغله په كجاوه كې  | ورا ورسره ده په دمامه كې
 | زموږ سپين لالا يې دى په مخكې | ثاني يې نسته په علاقه كې
 | *
 | د سپينې خونې تر مخ مه باره | هيلۍ مه راغله مينځلې غاړه
 | له دا هيلۍ به حال كومه | چې ادې سږ راځي كه له كاله
 | ادې نيولې د جنت غاړه *
 | د سپينې خونې تر مخ ډېوه ده | د دې ډېوې څونې لويه لمبه ده
 | تر خوا يې ناسته مركه ده | نوره له هرې خوا راپوره ده 
 | يو د ادې په گايو مانده ده *
 | لارۍ مه راغله په مخ كې اور دى | خورې شين سترگې ظالم كې سپور دى
 | پر ميدان كوز سو مطلب يې نوردى | مطلب يې زما د بابا پر كور دى
| *
| ابا پر غولي دې شنه كونگان دي | تا ول كميس او ټيكرى دې گران دى
| اوس بې درپرېږدم كه دې ارمان دى
| *
| زه وم كوتره په هوا تلمه | شاهين راغى ويې وهمه 
| وزر مې مې مات سو را ولوېدمه
| *
|   |  

په چغيانو كې د واقعيتونو انځور:

1- پلار د خپلې لور ولور اخلي؛ خو دا په تش لاس له كوره وباسي او په پيسو ځان ته بل واده غواړي:

د سپينې خونې پر وره دودونه

تر خوله مې وزي ساړه اهونه

نه مې ادې سته نه مه شته وروڼه

بابك اخستي دي شنه بنډلونه

د بل واده دى ويني خوبونه

زه يم روانه خالي لاسونه

نه مه كالي شته نه مه گوټونه

ټيكرى د بل دى د بل پينونه

وړم تر قيامته بې زه پېغورونه

تر واده ښه زما مرگونه

سړي غر وي خو خپل كفنونه

2- دغه ځايي پېغله د مېږو- وزو په بيه په كوچيانو ودېږي:

زه د هوا وم خلكو كوتره

د ادې مينا وم د بابا لكړه

كوچيان راڅوړ سوه د غرو له سره

مږان يې راوسته دوه لښكره

كړلم يې زه له وطنه تره

3- دغه پېغله په پردي كام كې ودېږي:

پښتنو كښته كړئ شك (شخ) بريتونه

جگى شولمې مو كله (لكه) ښكرونه

ټوپك په لاس ستي، كوئ ټكونه

ځان در ښكارېږي مزي مړونه

درباندې ډك دي پردي ملكونه

ليا مزدوري كړي ليا ليلامونه

پراخ كميسونه پراخ پرتوگونه

ترلې مو يوسي پردي كامونه

ما به كړي تېره تر وطنونه

سم به بېله له خوندو وروڼه

تى (تاسو) له به ويايي (وايي) څوك شاباسونه

چې ترلې وړي ستي (ستاسو) پردي مړونه

4- چې كمكى نجلۍ يا نيمچه پېغله د پيسو په بدل كې ودېږي؛ نو داسې ژاړي:

د سپينې خونې تر مخ نلونه

خداى دې كړي نرم دا سخت سخت زړونه

څومره خواږه سوه دا شنه لوټونه

چې باندې ډك كړي دا خپل جېبونه

دا دښمنان دي كه دي پلرونه

نه كمال وركړي نه سبقونه

سوځي يې خداى په اورتونونه

پر كوشنۍ (كوچنۍ) نجونو كوي ظلمونه

تر لويو غرونو يې پناه كړينه

په سرو اورو كې يې وسيځينه

په زړه سخت پلار بيا نه پسې ځينه

نه يو ټيكرى بيا ورته را وړينه

نه يې په كور كې بيا ياتوينه (يادوينه)

نې (نه يې) پردي كور كې خبر اخلينه

سختۍ به ټولې پخپله وړينه

سختۍ به ټولې پخپله وړينه

5- دا پېغله په بدو كې ودېږي:

د سپينې خونې تر مخ به تللم

بابكه ډېره دې نازولم

اخر دې داسې ځاى كې وركړم

چې په سره اور كې دې واچولم

پر دې انگار دې زه وسوځلم

سپينكۍ په شان دې زه ويلې كړم

ازار به تا وړل له خپل له بله

ما ته دې راكړى ايداد په خپله

تا چې موركۍ د بل بوروله

تا چې خوركې د بل وراروله

بايد تا ځان واى په لاس وركړى

بايد تا ځان واى خپل قصاص كړى

ته خلاص په ما سوې د مرگ له پوره

زه د كاك  غوندې سوځم په اوره

زه د كاك  غوندې سوځم په اوره

6- تره (اكا) مړى كړى؛ خو ورېره په بدو كې وركوي:

د سپينې خونې تر مخ غنم

زما نصيبه ورك دې سه نوم

له مېږو وزه دې سمه كم

بد كاكو وكه زه زوبله سوم

چې په بدۍ كې وركړى يم

د ډول سورنا په نڅا كې خلكو

حلالېدو له به زه ورځم

 حلالېدو له به زه ورځم

7- يوه پېغله په داسې يو بوډا ودېږي چې ږيره يې سپينه او سترگې يې (څلور) دي(عينكې ږدي):

هوس د  وچ سه بليا وهلې

سپينې كوترې د وويستلې

په سپينه گيره په څلور سترگو

دام د ورخور كې كښې د ايستلې

غوښې د ځان خوري ليوان پلرونه 

سپېرې ماچي بوغۍ وهلې([17])



د ښادۍ بدلې

په وردگو كې د واده هره روځ، هر ساعت، هره شېبه، هر دود او هره خبره خپلې – خپلې ځانگړې بدلې لري چې دلته به يې په ترتيب سره راوړو:

د (دعا( يا (هو) يا (هوكړې) لمانځنه:

كله چې يوه ځوان ته د يوې پېغلې د وركولو (دعا) وشوه، د ځوان په كور كې ښځې بدلې بولي او خپله نوې خيښي يا خوشالي په دې بدلو كې ستايي:

د كوچيانو بدلې:

د دوو ډولو غږ سو سريندي سولې

د (...) د ښادۍ غږ سو د دوښمنو ناخوني سولې

*

په جگو غرو كې دې جاى جوړ كه بارانونه دي

ښادي مې د (...) واى د موږ سيلونه دي

*

لوړ چنارونه لوړ دې برجونه

ښدي مې د (...) ده د موږ سيلونه

*

څره يخه شپه ده شباده([18])  ورسره

ښادي مې د (...) ده (...) جوړه ورسره

 

ګل او ريمال:

دا هغه بدلې دي چې ښځې يې ريمال او ستنې يا ځونډي د وړلو په بېلابېلو وختونو كې بولي. لكه د ګل يا ستنې يا ځونډي غوښتل، د چا په اوږو يا شمله باندې د هغه تومبل، د لارې په سر د خپل ګل يا ستنې ستايل او خپل كور ته د هغه رارسول او داسې نور وختونه 

جوړ كړئ ريمال جوړ كړئ، ريمال موږ راسره وړو

نور كارم([19]) برابر دى (...) نه ماتلوو([20])

*

سرې اسپې ياغي شوې په ځنګلو كې
 يا: سرې اسپې مې وركې په ځنگلو كې

موږ به ريمال يوسو په منګولو كې

يا: اوس به ريمال وړم په سرو منگولو كې

يا: موږ ته سور گل راكئ په منگولو كې 

*

تورې ګورګرې([21]) د غره لمنې

يا: او پورې گورگرې سرې دې لمنې

يا: گورگورې تورې سرې يې لمنې

ريمال يې راووړ د څڼيورې

يا: ريمال يې راووړ د پېغلې نجلۍ 

په غره كې د ټوپكو تور گرد ونه دي

په سر د (... جان) سره ريمالونه دي
 *

اسپه چې خوله ټېټه كا([22]) لونگ اخلي
موږه دسې([23]) ريمال راوړ د زړو زنګ اخلي
*

سكاڼي ([24]) پښې تر نوكو سرې دي
د پلانى ريمال يې را ووړ په دښمن يې سرې لمبې دي
*

موږه دسې ستن راوړې

چا په خوب نه ده ليدلې

*

ريمال يې راوړ څنډي پې([25]) پورې

يا: دسمال يې راوړ، گلان پې پورې 

يا: ريمال يې راوړ، ځونډې پې پورې 

يا: دسمال يې راوړ، لونگ پې پورې

يا: ريمال يې راوړ، گونگړي پې پورې

په بوره مه شې د (پلاني) مورې

يا:  ستړې مه شې د (...) مورې

*

 گورگورې تورې سرې يې لمنې

ريمال يې راووړ د پېغلې نجلۍ

(كوچيانۍ پانگه....ص 144)
 *

په غره كې ټكهار دى ژڼيو ښكار ويشتلى دى
 ټول عالم خبر دى موږ ريمال راوړى دى
 *

د پاسه باغدادي([26]) كوترې راغلې د كاريزه په سپرغو([27])
د (پلاني) ريمال يې راووړ د (پلاني) په وليو
*

شنې كوترې راغلې د كارېزو په سپرغو

د (...) ريمال يې راوړ د (... خان) په مټو

*

څه عجب خبر دې بيه([28]) راوړ ريماله([29])
لاس په لاس دې ګرزوم د ډېره خياله

*

د كابل د مړو([30]) بوى راوړ شماله
د (پلاني) د سمال خو تا  ديه([31]) راوړي(....ځانه)([32])

*

په لويو غرو بران([33]) دى ژڼيو ښكار ويشتلى دى

خلكو دغه وينئ موږه گل راوړى دى([34])
*

په غره كې د ټوپكو تور گردونه شول

ته مله د (... خان) ښه ريمالونه شول([35])
*

كليه موږه څو([36]) خداى پماني([37]) غاړو([38])

د موږه د ريمال مباركي غاړو

*

 

 

د لويو غرو كوتره به شم اوال([39]) به راوړم

د (....) ته مخ به شم ريمال به راوړم

*

كوترې راغلې د كاريزو په غاړه

ريمال يې راوړ د (... جان) په غاړه

*

تور ټوپك زيړه كنداغه

د (...) ريمال يې راووړ د (...) په زېړه غاړه

*

نمر([40]) راوخاته د توتو په شاخونه

په دې غرمه مو راوړل د (...) سره ريمالونه

*

ريماله په جوپو – جوپو مې يوړې

ريماله په خيالي ليورو مې يوړې

*

ريماله په جوپو – جوپو دې وړمه

ريماله د لوټو په زور دې وړمه

*

ريماله په جوپو جوپو مې راوړې

ريماله د تربرو په زور مې راوې

*

لوى دسمال دې ستر يې سور([41]) دى

د (...) په سر يې راوړ چې ته مله([42]) پورې يې خور([43]) دي

*

پورې د لوړ غره لمنې سرې دي

موږ دسې ريمال راوړ  د سرو زرو يې كوبې دي
 *

نننيو ژڼيو ښكار ويشتلى دى

(پلانى) په دستار گل راوړى دى([44])

پوښ:

دا هغه بدلې دي چې د پوښ د وړلو په مراسمو كې د زوم د كورواله ښځو له خوا ويل كېږي. په دې بدلو كې دا وختونه څرګند دي: د زوم په كور كې د پوښ ننداره – د زوم له كور څخه د پوښ روانېدل، د ناوې كور ته د پوښ رسول او د ناوې په كور كې د پوښ ستايل.

په غره كې مومندي كوچيانو كلى دى
 (پلانى) په نيلي سور  پوښ يې راوړى دى
 *

ولور دې د اصيلو غيرانو ([45]) دى
يا: ولور دې د كابل د خزانو دى 

شال دى د اوندو ([46]) د دكانو دى
يا: كميس دې د مشد (مشهد) د دكانو دى([47])

*

راځئ چې ده د پيازو نوالې([48]) وكړو

اوس به چكن ([49]) راوړو د چاپو بې ([50]) نندارې وكړو

*

كوټې جورو ([51]) كړئ گرد يې مه پورته كوئ
موږه داسې پوښ روړى گل يې مه خرابوئ
*

خلاص كئ يخدانونه ([52]) اصيل اصيل كلپونه دي

(...) دسې پوښ راوړى د سرو زرو يې چاپونه دي

*

كجاوو كې سره مړه ده
 موږه دسې پوښ روړى په ... ([53]) كې اوازه ده

*

خورجين خلاص كي نمنځ([54]) يې ګورئ

اوچكان ([55]) يې جوپاني ([56]) دى، د (...) ويندير  ربولي

*

ناويې له ما مه شې گيله منه

خسر دى خت راوړي دى په خپله 

*

تور پيكي دې بيه شمنم ([57]) نيولى دى

خت مې زر زري([58]) درته راوړى

د نيمو شپو كراره خوبه ولې نه راځې

(...جان) په چپاو([59]) تللى تا ته شين رنګين راوړى

*

ناوې كه شال غواړي نن دې وار دى

(...) پاس په دكان درته وېلاړ دى

*

دا هغه بدلې دي چې ټونگري يې د پوښ د نندارې په شېبو كې د ناوې د پلارګنۍ د ښځو د ځورولو له پاره بولي:

د موږ د ناوې خوارې ابګنى([60])

د موږ د ميوې ډكې كړئ بنۍ([61])

*

اصيل ورېښمين دى ډېر په دوكانو كې
 (....) تول دې سپك شه په تربرو كې

دا هغه بدلې دي چې د ناوې د طرف ښځې يې بولي. په دې بدلو كې د پوښ پر كميت او كيفيت او د پوښ په وروړنكو ښځو انتقاد كېږي او كله نا كله د ادبي ښكنځلو حد ته رسېږي.

ژرده مې لمده([62]) ده مېچن مې كركره([63]) ده

د (پلاني) دره([64]) ميوه ده د ما په لپه يوه ده

*

يو دې وزګوړى څلور دې پاستي([65])

د زوم وروره هسې ته ولې را زغاستې

*

خلاص كئ يخدانونه پوښ يې وگورئ
 كه پوښ يې د كار نه وي (...) ... روبولئ([66])
*

ده (...) مې ولې ژاړي
 لږ ميميز([67]) يې دى راوړى خلكي([68]) يې بېرته غاړي([69])

زه شا لړم په ديوالو وښوريدم

زه د دې د (...) په نابود پوښ وشرمېدم

*

موږ به ده اوږبرګه([70]) چاړه څه كوو

موږ به ده بې دوده خيښان څه كوو

*

سندك خلاص كئ نمنځ يې ګورئ

كه د ناوې ورېښمين([71]) نه وي ده خسر (...) يې ربولى

*

خت دي د ليك داري اله چې([72]) دى

پوښ دي د كابل د درويزى دى

*

سمې نيمې شپې شوې پړشمى([73]) دى ليلې

د (پلاني) كوډې مې په وره كې سوروى دى ليلى

*

د پيغلې كتل:

دا هغه بدلې دي چې د پيغلې د كتلو په وخت كې ويل كېږي:

مور په جام كې اوبه تورې

موږه دسې پېغله كړې،  بې رنجو يې سترګې تورې

سپينې ملغلرې په بلندرو كې مې نغښتې
 ما ته هغه سړي جر كړې چې يې ته (...) ته غوښتې

د مال حلالول:

دا بدلې ټنگورې د مال د حلالولو په وخت كې وايي:

د موږ د ناوې خوارې ابګنى

د موږ د غوښو ډكې كړې رسۍ

يا: د موږ د غوښې ډكې كړې بوجۍ([74]

*

(...جان) مږ الالوى

(پلانى) ورته ناست دى د كولمو پګړي([75]) تړي 

دا لاندې بدلې د مال د حلالولو په وخت كې د كور واله ښځو له خوا ويل كېږي:

څه توره تياره ده څونګښه يې كوتلې([76]) ده

څه توره شوروا ده (...) ته يې ساتلې ده

*

د سر خلاصول:

دا  تور وربل([77]) دې د لوجروملې([78]) په دود ونغاړه

چې (...) يې ورانوې اوس په ناورين([79]) ژاړه

 دا تور اوربل دى چې اوبدو په خيال مينه وي

چې (...) خان يې راونوي اوس ګيله منه يې 

*

 مه يې ورانوئ د غوړيشو([80]) څڼو سرونه
كه دا وارې مو وران كړل بيا بې نه كړئ ولونه – ولونه

*

پېغلې چې پرون ده وخت دې غورې([81]) كړې

نن به ګيراګان([82]) د پيكي ليرې كړې

*

ناوې چې پرون ده وخت دي كړې غورې

نن مې څنګې([83]) كلا بنده كينولې

*

 خورې تېنګ نيسه تندي چې پې([84]) درغى وښى([85])

كه دا وارې نگښى شو بيا بې نه كړې تور پيكى

ناوې چې سر دې خلاصوي كوڅۍ دې ول نيسه

همځولې ټولې درته ناستې مخ ته پلو نيسه

*

بيګه دي نرۍ نرۍ ژړا وه

چرگ ږغ دې په اوربل باندې غزا وه([86])

او دا هغه بدلې دي چې د پېغلې د سر د خلاصولو په وخت كې د كورواله ښځو له خوا ويل كېږي:

ناويې مې سرمينځي([87]) ته دوو يولو([88]) د لاندې ([89])
(پلانى) تې جر كړي ته تور اوربل د لاندې 

*

 خورې سر مينځه ته دوو يولو د لاندې

(پلاني) دې خداى در جر كا ته دو شنو خالو د لاندې 

*

ژاړه ژاړه توره اوربله

نن مې ميلمه يې ته برېځره

او دا هغه بدلې دي چې د ناوې په كور كې په عام ډول بلل كېږي:

 

موږه ډوډۍ نه خورو ډوډۍ سي لرې

(...) ته يې دى وركا([90]) چې پيرى ([91]) لري

*

د شپې د موټر دوړې ولاړېږي
 سبا به تور ځوانان([92]) ديلې([93]) كوزيږي
*

چې د ميټر([94]) غراري اوري ليونۍ به شې

چې په (...) پسې ريـيي شوې سدوزى([95]) به شې

*

كېږدئ زينه، كېږدئ موږ ته، بام ته زينه كېږدئ

دې (پلانى) ته د (پلاني) په توخانه([96]) كې تكيه كېږدئ

د موږ ناوې د سپينو ملغلرو ده

د ورور په كور يې ناسته مساپره ده

د جامو بدلول:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې پيغلې ته د ناوېدود د جامو د اغوستلو په وخت كې وايي:

ناوې چې پرون ده وخت دې غورې كړې

نن به سپين پرتوږ له پښو نه لېرې كړې

*

ناوې اغوستى دى ګلشن ([97]) دى

په ګلشن غلطه نه شې تر تا زيات د ده ([98]) فېشن دى

*

ارمان د سپينو پايڅو خياله

راغلې مه واى زر ورقې له كابله
 *

ښه شوې كمكولې ([99]) له موره وشكېدې

ښه شوې (...خان) په شالو پټه شوې
 *

مه يې ژړوئ بلا يې واخلئ
 سبا يې ميراثي كالي در واخلئ([100])
د نكريزو شپه:

دا بدلې د ټنگورو له خوا ناوې پر لاسونو باندې د نكريزو د ايښودلو په وخت ويل كېږي:

ناوې لاسونه پاس په تندي كېږده
 ناوې په لېورو ښه نومونه كېږده
 *

لاس يې سره كړي منګولې تورې

سيخ يې د مور كړئ په زړګي پورې

*

لاس يې سره كړئ پښې يې ګلدارې

پرې بُوره مه شې د ناوې مورې

*

د ناوې د سر جوړول:

دا بدلې د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې د ټنگورو له خوا ويل كېږي:

د ناوې سركونډي دي كونډى سر كله جوړېږي؟

خپله مور يې نشته، پردئ مور څه پې ([101]) پوهېږي

د سندرو لير([102]) يې جوړه په تندي كړه 

د (...) ويندر يې جوړه كاغدي كړه
 *

سردې غوړ كه سترګې تورې چې ولاړ وو به دې

(. ..) سواره راغلي سوروو به دى

*

په تورپيكي دې د چڼدنو ليري ولاړي
 يا: په سپين تندي دې د چندڼو ليرې ولاړې

ته خو  د  (...) د كوره نه تلې ولې ولاړې.

*

د ناوې سر په غوړو غوړ كړي نور يې مه وو وئ
 چې د (....) جنازم ([103]) واخسته بيه([104]) يې ښه وو وئ

*

د ناوې سر په كوچو غوړ كې نو يې وووئ

كه د پلار رضا يې نه وي بيه يې مه وووئ

*

ول – ول ده غوړيشې څڼې غوړېږي

ناوې د شرين يار سه ښه ښكارېږي

يا: ناوۍ د (... خان)  سه ښه ښكارېږي

*

سرباپې ([105]) شانه ورو- ورو پې وهيه

شرينه مور يې مه راخبرويه

*

سر يې دوه – دوه تاره واخلى ژړكه ورو يې بېلويه

كه خور په (...) گرانه زر يې مه جدا كويه

ګوتې وخوري سر اوبدنې!

په لوى سهار دي مات كړل د پيكۍ نري بندونه!

*

سهار دى ناوې ته مږنځ وګورئ

نارې كړئ شيرينه مور يې روبولئ ([106])

چې تور اوربل دې جوړوي كوڅۍ دې ولونه نيسه
 (...) خان) درته وېلاړ دى ګلالي مخ ته ريمالونه نيسه

*

چې تور اوربل دې جوړاه په خيال مينه وې

چې(...) يې ړنگوي، اوس گيله منه يې

*

وروره راشه سر مې واخله

 كه طلا در سره نه وي د هوسۍ په ښكر يې واخله

اوس به سرلرگى([107]) په څڼيو پورې كړم

اوس به (... خان) ته ناوې جوړه كړم

وربل دې په چمو-چمو اوبدلى دى

په تا د (... خان) چپاو لويدلى دى

سردې غوړ كه سترګې تورې چې ولاړ وو به دې

(. ..) سواره راغلي سوروو به دى

*

چې تور اوربل دې جوړوي كوڅۍ دې ولونه نيسه
 (...) خان) درته وېلاړ دى ګلالي مخ ته ريمالونه نيسه

سرباپې سر يې ورو – ورو جوړويه

دا په وروڼو ګرانه بيا يې مه وريادويه

د ناوې سينگارول:

الف: د خالونو د وهلو د وخت بدلې:

ناوې زنګيالي([108]) خالونه كېږده
يا: ناوۍ رنګارنگ خالونه كېږده 

ناوۍ په ليورو ښه نومونه كېږده

ب: د دڼيو د اېښودلو د وخت بدلې:

رنګ رنګ د ڼۍ پې كېږدئ چې ځلېږي
 (...) ورته رابولئ هوسيږي
 يا: ورته ويلاړ دى هوسېږي 

ج: په ناوې باندې د گاڼو د ځړولو د وخت بدلې:

ټيك مې ځنځير دار دى ځنځير دار دى
 ورور مې جوړ كړى د كابل په لوي بزار ([109]) دى

*

اوس بې د سر ټيك دانې – دانې كمه ([110])

اوس بې د موركۍ ده سترګې سرې ([111]) كمه

*

د: د ناوې د سترگو د تورولو د وخت بدلې:

ناوې سترگې توروه ولاړوو به دې 

د (...) نيلى وېلاړ دى سوروو به دې

*

ناوې سترګې دې پټې كه ده تورې

سبا به (... خان) ځوانۍ پې ګورې

يا: بېګه (بېګا) به (د.... خان) ځواني پې ګوري 

ر: ناوۍ ته د جامو د اغوستلو د وخت بدلې:

وينديرې جوړ كه چندنار([112])  د ما تر لوړ وړى

د (... خان) ته سرلنګۍ شال يې تربورو وړى

*

نن به دې د سره ورېښمين كښا وې([113])

سبا به دې نرۍ – نرۍ ژړا وې

ز: دا هغه بدلې دي چې د ناوې جوړولو او سينگارولو په موده كې ويل كېږي او عمومي بڼه لري:

د ژڼيو په ټولي كې چلم وار دى

د پېغلو په ټولي كې په تا نتار ([114]) دى

يا: د ځوانانو په ټولي كې د تا تليوار دي
 ونه د بدام ([115]) پاڼې يې خزان تويوې
را درومه ([116]) (... خانه) خوركۍ دې ځان جوړوي

سحر سبا دى سپيدې نار كېږي
 ناوۍ غوټۍ ده اوس به ګل كېږي
 *

ناوې په بڼو دي زېړ ګلونه دي

ناوې ښه ځوانان د تا ليورونه دي

*

ونه د بدام پاڼې يې خزان تويوي

(....) ته دسې ويه ناوې دې ځان جوړوي

ژر – ژر يې جوړوئ چې ګرمي كېږي

(...) ته ګل نازك دى خولې كېږې

د لور مور ګورئ ويده ده

مه يې وېښوئ نن يې بيه لمبه تازه ده

او دا هغه بدلې دي چې د ناوې د جوړولو په موقع د كور واله ښځو له خوا ويل كېږي:

ارمان مې د (...) كلي د بخته

شخشولي يې زموږ د كور د رخته
 * 

ناويې زړه مې ډېر درته بدېږي

داسې خو بې پلاره لور ودېږي

يا: داسې خو بې موره لور ودېږي

 په ناوې مه كړئ پلو ترې پورې

(...) چينجي خوري غاړې يې تورې([117]

ډمه ډول ويه ([118]) لرګي پې كېږده

د ناوې ډنى نشته نن يې بيه ودوزن پرېږده

د ناوې كتل:

كله چې ناوې سينګار شوه او شال پرې واچول شو، د ښځو د نندارې له پاره كوټې ته راوستل كېږي. دا وخت ټنگورې په سندرو كې خپله ناوې ستايي او كله كله د هغې د خپلوانو د ځورولو له پاره انتقادي بدلې هم بولي.

ناوې چې تور كجك([119]) دي تاوېزنه([120]) دي

ناوې خانزاد ګان د تا ليورونه دي

ته دو وچولي دې جر شم د خالو سره

د (پلاني) پټې دي گرو كړ له ريشكو سره

هلك نرى چنار دى نرى اوبه يې نه وړي

(...) ډېر ښايسته دى نابوده ([121]) وينديرنه وړي

په وره كې د خرما ونه وېلاړه ده

په كونج كې د (پلاني) ناوې وېلاړه ده

ناوې سيورى دې ببر دى

په رنګ خو ښايسته يې                په حكمت دې خداى خبر دى

ناوۍ نګښى دې جر شم د خالو سره 

خيالي ... ([122]) مى ګرو شوه د تخمو سره

ناوۍ تندى دې ورك شه له خالو سره 

د موږ فصلونه گرو شول د تخمو سره

*

ناوې په بڼو دې ګلۍ ([123]) اوري

ناوې (... جان) سپا يې ([124]) دې ګوري

بېګه دې نرۍ سترګې تورولې

ګهېځ مې تش كالبوت ودرولې

په چارګل ([125]) كې دې وړې سرې ملغلرې

په (...) پسې به ته ځې بختورې

د موږ د ناوې څومره ستر تندى دى

ارمان مې د (...) ده شين پټى دى

تور اوربل دې مزى([126]) اړولى دى

(...) يې ورانولو ته راغلى دى

د دې كلي ملك نه مالومېږي

ناوې مو كمكولۍ راته ښكارېږي([127])

تر دې وروسته هغه بدلې راځي چې ټنگوري يې وخت په وخت مخصوصاً د ناوې تر كتلو وروسته د وړلو تر وخته پورې له درياؤ او گډاؤ سره يو ځاى بولي او د هغو په ترڅ كې د ناوې د پلارګنۍ ښځې ځوروي – رټي او حتى ښكنځلې ورته كوي:

د چه ييره پاپوسه د (پلاني) ييره پاپوسه

چژګى ورته ونيسه، كليمه وو يه دووسه

سور اوښ مې په سرو زرو در بار كړى
 ده يو ځوندي دې .. چې تا وركړى دى
 * 

چرګه د چرګوړيو سره وركه ده
 (...) مې د رومونيو سره وركه ده
 * 

شو تلګۍ([128]) دي بار نيولى شوتلګى دى بار نيولى
چې په زور دې راكوله اوس دې څه كبر نيولى

هوښياري ناوې نه دي ژړومه 
 د ابه كورگى دې نه دريادومه
 * 

د موږه تر برو شرنگ ويې روپۍ
 د (....) غوړونه وچ دي د نيستۍ
 *

د چلم مې كړهار شو د كوزې سوى نارې

(.....) مې داسې ناست دى خدايه .... يې وباسې
 *

د انګورو نرۍ لښتې لاندې باندې
 د (.....) سپينې غولينځې([129]) ته (پلانى) لاندې

يا: د خيښې غولينځې د (پلاني) ته سينه لاندې

 *

د موږ ناوى څېر سترګې ده نه ژاړي
 چې د ليورو لغتې وخوري بيا به ښه ژاړي
 *

د پاسه په جړ- جړ اوبه توېېږي

يا: د موږ ته دوربچو ([130]) انگور توييږي.

(...) مې په شپاله([131]) كې مرداريږي، شكر چې چاړه نه پږدا كېږي([132])

*

(...) د گرد كلي ملك يې
 غړك ([133]) موښي په يو له كې
*

جومت شو لوټې – لوټې

(....) ځنې رووت([134]) سپيره خوله لكه د كوټي

(...گل) مې ځنې رووت اشرپۍ ويشي په موټي.

*

په زېړو ګلو كې رتلې ([135]) خورې ګلداره به شې
كه دې ادې ته شولې ورته نو دلاله په شې

څوك ته چولو ([136]) گورې (...) ته چولو گورې
خداى دې مرگ ورته ولمه ([137]) كا چې بيه پورته ونه گورې
*

 د چه([138]) ييره([139]) دوه تاره، د (...) ييره د وه تاره 

په غوړېو نه غوېږي پې وروكۍ نرى داره([140]

*

راووزه د موږ خپلې ناوكۍ
 ورپرېږده د شا خلو غونډارۍ([141]

*

ټپس ([142]) په كټو كارته ([143]) پورته كېږي
(...) په سرخانې كله پوهېږي

*

شنې شوتلګۍ څه زور دې نيولى دى
 ابه دي په بړستن كې ځان نغښتلى دى
 
 

د اس په شا دې را نه وړې چينكې
 د پلار خولګۍ دې .. چاودينكې([144])

*

شين پټى دې په مخ گرو شو چاودينكې

د پلار خولگۍ دې ... كتر ينكې

*

د كلي ته څټ پټي دي پوله نه لري
 (...) پكې ريي ده پوزه نه لري – د سپي پوزه پې كېږدئ عيب نه لري
 *

د كور ته شا تيره ده رڼا به نه شې

(...) د گور بندي دې خوري را به نه شي([145])

*

په كابل كې طبيبان دي راولو به يې

د (...) مخكې مې تور دى سپينووبه يې([146])

سلگون لوټونه تا خستل([147]) كپن ([148]) دې شه
د موږ لياز ([149]) دې و نه كا زنې بند ([150]) دې شه
*

يخچك ([151]) مې ماتووا([152]) پې لمده ([153]) نه شومه
(...) مې دى خر كړى پې سوره شومه 

يا: (...) مې خر كووا (كاوه يا كولو) پې سوره نه شومه

*

تو ([154]) سپيه تو مخ دې نه دى د كتو

ما وې ته به يو سړى وې ته خو سپى يې د كوڅو
 *

په كلي د شگو بران وشه
 (...) د مرګي تيه ([155]) دي وشه
*

خيالي كټ مې ته سيره ([156]) لاندې ايښى دى
ده ..  مې د (...) په خوله كې ايښى دى.

 

زموږ د ناوۍ مخ ولې خولې دى

(...) كه دغه سپى داسې راپسې دى([157])

*

ټول خلك ويده دي (...) مې حسابونه كا

ايره يې خريلې برېت يې سلامونه كا

*

د موږ ناوۍ چې ژاړي گرمه نه ده
 ناوې ام د (...) د خذمت ([158]) نه ده
*

د چې پوستين د وزې دى د (...) پوستين د وزې دى

لكڼه په لاس وركړئ دى لايك ([159]) د دروېزې دى

*

موږ ډوډۍ نه خورو ډوډۍ سي ([160]) لرې

(پلاني) ته يې دې وركا چې پېري لري([161])

د كور واله وو ښځو بدلې:

دا هغه بدلې دي چې د ټنگورو د بدلو په مقابله كې د كورواله ښځو له خوا ويل كېږي. البته دا بدلې د ناوې د جوړولو او كتلو په جريان پورې اړه لري. دوى په دې بدلو كې د خپلو خيښانو بد وايي، د دوى عيبونو ته گوتې نيسي او ځان لوړ پرې بولي:

ناوۍ لكه چينار ودرويه
 (...) لكه سيرلى تى ([162]) جرويه

*

ناوۍ د ځوزو ([163]) لمبه وكړه سرسيه دې شه

زوړ خسر درته وېلاړ دى سد كه ([164]) دې شه

*

د موږ زومه ډولي ([165]) ورا دې راغله ارجايي([166]

څوك پك دي څوك پمن دي څوك اورتې([167]) خرڅوي
*

 د موږه زومه راشه چې ډېنك – ډېنگ دې كړو

يو من صابون راوړه چې پې سپين دې كړو

*

خدايه د موږ بخت دې كوټه ([168]) كړى دى
(...) دې د بوده ([169]) په شان جوړ كړى دى

*

د موږه دسې ناوې كه ([170]) ده زرين غيطان

د تاسې دسې زوم دى كه خوټه د شيطان

*

د موږ زومه زولنه ته راننوزه د ننه

د موږ د ناوې رنگ گورې لكه ونه

*

پورې خوا زرګر دى راولو به يې

د (...) پوزه كږه ده جوړ وو به يې 

*

نن مې د چارګل غمى وتلى دى

د زوم پلار كه جوال دسې گنډلى دى

*

پورې په چمن كې ما ځنځير ميندلى دى
 ټنگور چې (....) كش كړه ما يې ځاى ليدلى دى

*

 څه مې درته وې ([171]) چې شين غويې په چمن مه راوله

څه مې درته وې چې ده (...) ... مه راوله([172])

*

ټنگورې چې تا سترګې تورولې

(....) په چلم ډېره ياد ولې

*

مه ژاړه ناوۍ نه په بند ځې نه بند يې

كه ته د ژړا مړه شوي د (...) د دووسئ

*

لوړو بلخانو ته زينه كېږدئ

(پلاني) ته په شپاله كې كته كېږدي
 *

د نجونو سېرلى ورك دى په رمو كې

خېښې شرمنده شې په مېړو كې

*

تاسې په شاتوت پورې تزبې ([173]) گورئ
تاسې د (....) د سر رچې ([174]) گورئ

*

مرغۍ په ډنډر([175]) ناسته ډنډر ښوري

(پلانۍ) شپاله ته ځي بدلې بولي

*

ټنگوري سالولا سر دي وودلى ([176]) دى

(...) په تامين زړه يې بايللى دى

*

چې وړه وې په جر – جر ([177]) يې لويولې

اوس دسې خلكو يوړې چې پشيانې يې للولې([178])

*

ميرزا يې كدم ([179]) راواخله كلمونه ([180])دي

خسرخېل درته  وېلاړ سوډر ([181]) سرونه دي

*

په اوبو كې دوه چومجي ([182]) دي
د موږ ناپويه ([183]) زومه دواړه سترګې دې د سپي دي

*

د چه بېيه لكڼه د (…) بېه لكڼه

كته ([184]) وركئ كله ورسه ([185]) ښايي ښه چپنه

*

اوښان خې كئ ([186]) موږ سورې كئ

د (…) په توخانه  كې بوغبند ([187]) كېږدئ ټنگورى پكې ويده كړئ

 

سنځله ولې – ولې([188]) چې اوبو نه وې راوړې
ټنگور مې نوره ښه ده چې شپنو نه واى...

*

اوس به سپين صابون په گوتو كېږدو

اوس به (...) لنډۍ ([189]) درپرېږدو

*

د موږ ووړكيو ([190]) بې يكلو([191]) د روازگۍ وغچوئ

(....) مې ... ده په بامو يې زغلوى

*

د موږ خيښې څه بده تياره ([192]) يې

لستوڼى ښوروي د (....) ياره يې

*

واړه – واړه پټي دي پولې نه لري

(پلاني) مې پكې ريي ده سترګې نه لري

*

زوم مې لكه لرى([193]) ځړولى دى

پلار مې يې لكه سپى ورته تړلى دى

*

ټنگوري خياليگري ښه عصري سر دي وودلى دى

(...) ژڼى خو تا درمخته ([194]) كړى دى

*

د غواوو خوشايه د مېږو زېړې پچې

ټنگور گرده تاويږي خوشتى يې ځنې وركې

*

د موږ ناوې چې وړئ ريمال يې راكړئ

ده تنگورې (... خان) لره نكاح كړى

*

د كلې ته شا رشكه (رشقه) ده

ټنگور مې كې پرته ده د ځوانانو پې داوه ([195]) ده

يا: د كلې ته شا رشكه ده رشكه څه بده خوږه ده 

*

خدايه د موږ كبر زوال دى

د سلو كالو زوړ په موږ توان([196]) دى

پرتوګ دى او نرگتيې([197]) د لچې ([198]) دى

پوښ دى (...) د([199]) د دروېزې دى ([200])

*

خېښې سل روپۍ درپورې

(...) ته خولگۍ وركړه سل به نورې كا درپورې

*

د پاسه رمه راغله رمه پاڼې ټولوي

ټنگور په رود كې ناسته ده رومونى زېږوي

*

خورې ورځه په مخ دې ښه شه

كه چېرې بادوريه ([201]) شوه (...) دى سدكه شوه

*

د چه شمله ببره د (...) شمله ببره

يا: د چه ايره ببره د (پلاني) ايره ببره

(...) ترې لاندې ناست دى لكه وينځه مروره

 

د كوټې په كونج كې كټ دى ښوروو به يې

(پلانۍ) د كډو ([202]) سپۍ ده غپه وو به يې

*

د كييه راغلې حورې د پاسه راغلې حورې

ټنگورې په څه راغلې د (...) پرينگي([203]) لورې([204]).

ورا يا وراييځه: 

دا هغه بدلې دي چې د وراييځې په وخت كې بلل كېږي. البته په دې بدلو كې د زوم له كور څخه د ورا د روانېدلو، د ناوې كور ته د ورا د رسېدلو او بيا د زوم او ورا د ستايلو بدلې يو له بل څخه پېژندل كېږي:

 

شين نيلى ټټر يې سپين دى

د ورا مخې ته گورئ (...) خوانى ([205]) كوم دى

*

اسو غوڅ كړل د ورېښمنو جېلبونه

اوس به درشي د (...) د  سورو دوړه

يا: اوس به تالا  كا د (...) د باغ گلونه

*

د ورا سر ته([206]) كلى تېر شو

د (...) سترګې دې ووزې د (...) سلام يې وېر ([207]) شو([208])

*

لوى شې- لوى شې د (...) د كوټې تېره

اوس به درشي د (...) د سورو دوړه

*

اوس به شين نيلى په دروازه درشي

اوس به د (...) ټولې بسته درشي

*

موږ شين چى ([209]) نه خورو نازولې يو

موږ د (…) په واده رغلې يو

دا اسپه د چه ده چې كېزه ([210]) په خوله وېلاړه ده

ده د (… خان) د... (...) په ورا روانه ده([211])

*

شين طوطي غږ يې ببر ([212]

(…) ته ويه راووزه نن دى بيا غږېږي دور

*

اسپو پښې تر نوكو سرې كړې

كه نيلى د (... خان)) دى په ميدان يې تماشې كړې([213])

*

سره شوه سره غرمه شوه د سورو په لاره شپه شوه

خو په دو خبره نه يم چې په كوم ملك يې شپه شوه؟

*

ماته شې اوږۍ چې كړنگارۍ دې راځي

(...) په ورا راغلې زرين شال يې باد وهي

*

چارگل دې پرې دار په پوزه ([214]) كړى دى

په ورا دې (...) خيالي وتلى دى

*

نيلى مه پرېږدئ چې څري

د لونگو دانه وركړئ د (..) سواره پې درومي ([215])

يا: د لونگو دانې وركړئ چې (پلاني) سورلئ پې ولي 

*

نيلي ولاړ بران پې اوري

ښادي د (..) ده په غولي يې زېړي گلان اوري

*

(پلانيه) سراى ([216]) دې جوړ كه د مرمرو

(پلاني) پښو كړل بوټونه د سرو زور

*

په شينكي باغ كې گرزېدم، شين طوطى چا نيولى 

د (...) كره چې ځم، گل مې په لاس نيولى

*

ډمه ډول ويه لرګي پې كېږده

(...) په ورا ورگډ شو په شمله كې يې گل كېږده

*

سور سالو مې كور دى سر – سر توره باغ ته ځم

د (...) كره مې ګل دى نندارو ته يې ورځم

*

ژڼيو سيخي كړئ لارۍ په سركونه

پې پيمال كئ د (پلاني) د باغ گلونه([217])

بابېړى:

كه چېرې د ناوېدود په جريان كې د پيغلې پلار د ولور پوښ او توى په اندازو كې كمى يا كيفي زياتوالى كړى وي، ټنگوري يې په لاندې بدلو كې يادوي:

د موږ د ناوې دوى لوېشتې تندى دى

ابه ... ([218]) يې كړي بابيړي دى

*

(پلانى) بابيړي كړى لوړ يې دماغونه

ورته وېلاړ دي (... خېل) ([219]) سوډر سرونه

سور سپى دى بابيړى راباندې كېښود

(...) مې په مږوي تړلى پرېښود

*

تا چې بابيړى راباندې كړى وا

تا به (... خان) ته پاچ ([220]) وركړى وا([221])

او دا هغه بدلې دي چې د وراييځۍ د راتگ په وخت كې يې ټنگورې، هغه ښځې چې مخكې له مخكې د زوم له پلوه د ناوې كور ته راغلې وې بولي:

اوس به تور لونگ جوړه جوړه راشي

اوس به د (...) ټولى بسته راشي

*

 اوس به جوړ كړي نيلى راشي د (...) د كوره 

اوس به د گلو گيډۍ يوسي د (پلاني) د كوره

*

په باغ كې د هوسۍ پلونه راغلي دي

په ورا دي (... خېل) ژڼي وتلي دي

 

د ناوې د ژړا بدلې:

په وردگو كې پېغله د ناويدود په ورځ او كېداى شي چې په ځينو نورو مناسبتونو كې هم ښه پوره ژاړي. ټنگورې په دغسې دودونو كې د ناوې د ژړا له پاره او يا د ژړا د بندولو له پاره بدلې بولي:

مه ژاړه ناوې تا دې خداى نه ژړوي

 (پلاني) د تا ليور دى، په موټر كې به دې وړي

يا: (پلاني) يې په مورگران دى د پسو غوښې به نه دريادوي

*

خورې مه ژاړه مښام ([222]) دى

(..) دسې ويلي په ما بل واده حرام دى

*

سترګې دې خمارې بڼو دې زنگ نيولى دى

ته چې ډېره ژاړې (...) خو غوږ نيولى دى

*

دغه سرې سترګې دې جرشم خورې ولې ژاړې

كه (...خان) په سر ژوندى وا([223]) تا به بيه راولي

*

مه ژاړه ناوې چې شانرۍ([224]) به شې

كور دې د ورور دى تې پردئ به شې

مه يې ژړوئ بلايې واخلئ

سبا يې د گډليې ټوك([225]) در واخلئ

*

مه يې ژړوئ ببو نندانه ده

مه يې ژړوئ په ورور يې گرانه ده

يا: كه تاسې يې ژړوئ په موږه گرانه ده

*

ژاړه – ژاړه خوري ژاړه چې مخ دى نور و كا([226])

ادكه مور دې نشته چې نن دې وير وكا

*

خورې مه ويه رمباړې 

كه ته ويې رمباړې ابه دې واخستې كلدارې([227])

*

په خوړ كې كينه چې سېل دې يوسي

ادكه مور دې نشته چې وېر دې يوسي

يا: ترلې دې نشته چې ناز دې يوسي 

*

ناوې غټه غټه ژاړه اوس به دې وړينه

(..) نيلى راوستى كله دې پرېږدينه

ناوې هى كه اسويلى كه

پلار دې نېغ درته وېلاړ دى دغه ستر زړه يې نرى كه

يا: همزولې در ته ناستې د همزولو زړه نرى كه

*

د ناوۍ سترګې مې سرې دي نن يې ډېر ژړلي

دې د (.. خان) سواره په خوب ليدلي([228])

*

لاس دې په تا ترنگو نن د  تا واده دى

يا: لاس دې په تا ترنگو مخ دې خولې نه دى

ژاړې كه نه ژاړې وخت د بېلتانه دى

لاس دې په تا ترنگو مخ دې خولې ديه

مه ژاړه ناوۍ ځاى دې ليرې نه ديه

*

ده تورپيكى دې د لوجروملې په دود ونغاړه

همځولې درته ناستې ښه په ناورين ژاړه

*

د زوم ستاينه: 

دا هغه بدلې دي چې ټنګورې يې د ناوې د وړلو په ورځ د خپل زوم په ستاينه كې بولي:

د ناوې سترگې مې سرې بنو يې گرد نيولي

خبره يې كه نه(...) خيالي دې پوښ راوړى

*

د موږ ناوې مه ژاړه پردو ته

(...) خياليگر تلى دى شالو ته

د زوم ترټنه:

 دا بدلې كورواله ښځې د ټنگورو په ځواب كې د زوم په ترټنه كې بولي:

زردالو له زېړه باغه

د مور دې غوټې كولمې پرې كړې په ورو– ورو كراره ژاړه

*

 

 

 

د موږ ناوۍ نه ژاړي زومگۍ ژاړي

كميس يې پورګنې([229]) سبا يې غواړي

*

ميين برانه ووره چې كرار نه شې

د موږ زومگيه گوره ورخطا نه شې

د ناوې ستاينه:

 دا بدلې ټنگورې د خپلې ناوې په ستايلو كې وايي:

د موږ ناوې د سپينو كوچو جوړه ده

دا د (....خان) په زړګۍ جوړه ده

يا: بېيه يې  د (...) په بېيه ([230]) جوړه ده

د ناوې ترټنه:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې د ناوې د پلارگنۍ د ځورولو په خاطر د دې په مذمت كې بولي:

د موږ د ناوۍ دوې لوېشتې ځواني ده

ارمان د (...) ډېره خواري ده

*

پوزه دې په نوك نه نيوه كېږي

په مخ كې دې شينكى پټى گروېږي

*

د موږ ناوې كمكۍ ده خوښم نه ده

دا د (پلاني خان) ته زنگنه ده

ناوې تندى دې ورك شه د خالو سره 

د موږ پصلونه ([231]) گرو شول د تخمو سره([232])

ولور:

ټنگورې پوهېږي چې د زوم له پلوه ولور د نارينه ؤ په مجلس كې كله او څنگه د ناوې مشرانو ته سپارل كېږي دا بدلې په همدې وخت پورې اړه لري:

اوس به گوتې كېږدم. رود غاړي به مورونه ([233]) كړم

اوس به (…) راشي ټول وطن په شنه لوټونه كړم

 *

د ناوې زېړه غاړه گوتې نري

(...) ته يې پلار وركړه په لك روپۍ

*

مېيين([234]) بران چې اوري د خداى زور دى

د (... جان) لوركۍ چې وړو د لوټو زور دى

*

د موږه تربرو شرنګ وهئ روپۍ

د (...) غوږونه وچ دي د نيستۍ

*

راغى مېټر راغى مېټر پلونه ړنگوي

(...) يې په سر سوور دى شنه لوټونه بادوي

د نارينه ؤ د اتڼ نارې:

په وردگو كې د واده د مراسمو په بېلابېلو وختونو كې له ډولونو سره مست اټڼونه كېږي د مثال په توگه د گل او ريمال تر راوړلو وروسته، د ناستې په روځ، د ناوې تر راوړو يوه يا دوه شپې مخكې، د زوم په كلي كور كې او په ځانگړې توگه د ناوې د وړلو پر مهال چې دا دي د بدلو يا نارو بېلگې يې وړاندې كېږي:

تر څو به د خروار تر څو به د خروار په سر كې اوسې

اخر به دې خداى را كا([235])، زنگو([236]) به زنگوي ناسته به اوسي

*

ده پورې په دمان ([237]) تورې كېږدئ

كېږدۍ مې اوبو يووړې، د ژمي شپې به چېرې تېرومه

*

ټك شو د كلى ته څت  ټك شو

چې سر مې په ورهسك كړ، ميدان د څڼورو ژڼيو ډك شو

*

ده هلك د كومې چټۍ ورور دى

ده هلك د هغو چټى ورور دى، چې پيكى يې اړولى لور په لور دى

*

كه تور دى د نندانې پيكى تور دى

نيم يې په مخ پروت دى، ده نيم يې اړولى لور په لور دى

*

ده پورې د غرمې تنور تودېږي

شامسته ورته ناسته، په مخ يې رنګارنګ خولې بهېږي

*

و په بام ولاړې زارۍ درته كوم كه خولګۍ راكړې

زارۍ مې نه كبلېږي([238])، د منې شپې خو مدا([239]) دي چې تېرېږي

*

ده خوله دې د غاټول ته گل نازكه

ما ته دې را نه كړه، سبا به يې چينجي وخوري په مځكه

د پاڼ([240]) ته خوا مې سترګې تورولې

پاڼ زور راباندې وكا، منګولې مې په يار ولګولې

*

خدايه لوور ([241]) نوى جوړوينه 

خدايه جوړ يې مه كړي، لالى په سر - سر تور خاورې وروړينه

دا هم د اتڼ يو بېتېزه سندرې:

- د ريغې مرګى مه واى نور دې كوټه واى غمونه

-وه ودې ويشتمه مين دې په دې تورو سترگو يمه

- وه تورې تورۍ په تورو سترګو مه وله ګولۍ

- سترګې به كړم تورۍ ته غاړه به كړم توره غاړكۍ

- وه په  بام ولاړې چه څه درته ويلي چې ته ژاړې؟

كله هم د اتڼ سر له لنډۍ سره وېل كېږي لكه:

پرې مې ږده دا تورې زلفې چې په مخ زانګي

مه ږده د رنجو خالونه سبا به وران وي

د اتڼ سر له لنډۍ سره:

سترګې دې تورې په رنجو كړه، مه ږده د رنجو خالونه

د مساپر اشنا دې غږ دى را به شينه

مه ږده د رنجو خالونه سبا به وران وي 

پرې مې ږده دا تورې زلفې چې په مخ رانګي([242]).

د ښځو د گډا او اتڼ بدلې:

د ناوې د وړلو په روځ ټنگورې او هغه ښځې چې له ورا سره راغلې وي د ناوې په كلا  كې او بيا په خپل كور كې اتڼونه كوي، ناڅي او بدلې بولي. دا د دوى د گډا او اتڼ د بدلو بېلگې دي:

ډمه ډول دي يو ست ([243]) غلى كه

(..) درته گډېږي خيالي بشر يې ستړي شو

*

 ماته شوه اوږۍ ([244]) په ډنډر بيا كله جوړېږي

شنه شول د چمن گلونه رنگارنگ غوړېږي

*

واوړه – واوړه څه نرۍ پروتيې

ته د (... خان) اصيله گوتيې

*

واوړه را واوړه شا مېده – ميده راځه

پرې واچوئ شالونه شا وړه – وړه راځه

 

په وچولي([245]) يې خال دى كه روپۍ 

نه خال دى نه روپۍ، د كمكو ([246]) په سر يې كېښوى سرې دڼۍ

*

د اتڼ كلا يې جوړه كړه په غره كې

د كييه ([247]) ورختى نه شم ، د زړه وينې مې وچې شوي په خوله كې

*

د كييه راغلل د چټو كاروانونه

په سر كې يې ليلا ده، ليلا د خياله ورو ږدي كدمونه

*

ولې دې له خوبه وېښولم

خوله مې دې په كار وه، نامرده په ويدو به دې خوړمه

*

كلا ته ([248]) چې په سر دې پاليزونه

د نورو پاليز لاش شو، د مستۍ پاليز اوس كړي ګلونه

*

نازكې دا تڼ نجونې نازكې

اتڼ كولى نه شي، د خياله لونگين وهي د زمكې

*

دلې يو پكير([249]) دى چا وژلى

چا نه دى وژلى، زړګى يې په ليلا پسې چاودلى

وگورئ عالمه سر يې اړولى دى

وگورئ عالمه شين خال يې وهلى دى

*

په غرو بران دي ولونه – ولونه

كوز يې لامده ([250]) كړل د لونګو درمندونه

*

كه گل دى په غنمو كې سور ګل دى

د خيال كميس مې دا دى، چې اورونه لګوي هغه مې بل دى

*

كه دوى دي په دېره كې نجونې دوى دي

د يوې ده لنډ كميس دى د بلې بخملى پڼې په پښو دي

*

كه پل د كندهار په ليرو پل دى

كه ده چټه خداى راكړه، دوزخ مې د لمبو سره كوبول([251]) دى

*

مرم چكنه مرمه دا ستا ارمان به خاورو لره وړمه

ولې به يې وړمه چكن په بزار ډېر دى رايې وړمه

*

په سر دې زرغون شال دى په لمن دې كښېده([252])

كه ته د (...) خور وې شا وړه – وړه راځه

شابسې ([253]) خورې مخ په لمر غورځه چې مړه به شې

ته چې ښه گډېږې، د (پلاني) د جوب اينه به شې

*

لمن به دې چكن كړم په لستوڼي ګلميخۍ([254])

(پلانى) به درسره كړم تور ټوپك رڼې ګولۍ

*

راځئ چې د درمند ځايونه جوړ كړو

كه چا غوايې را نه كړل غوبل ([255]) به د چټانو ([256]) پرې تړونه

*

واړه راواړه څه عجب سيلونه دي

غاښ دى صدفى شونډې گلونه دي

*

در وختم  د برج سر ته سر توره

نمونځ ([257]) مې دى كزا([258]) كا، كاپيره([259]) ډمه ډول ويه په زوره

بابكه په څه ناز دې لويولم

د ژريو([260]) اور دى بل كا بابكه په لمبو دې كړولم

*

اى هلكه ستن مې وركه ده نرۍ

كه دا وارې پيدا شوه، خالونه پې ويم ستا د يارۍ

*

كه كلكې شوتل زارې لوټې كلكې

ځوانان مې كې ريې دي، كېڅۍ([261]) يې د رڼو ګوليو ډكې

دا هم د ښځو د اتڼ څو ځانګړي نارې چې نارينه يې نه بولي:

(لونگينه! پر څنګ راواوړه، چې دې شرنګ د بنگړو شينه لونګينه!

پر څنګ – څنګ راواړوه خال به د يار د وينو كېږدم لونگينه!

پر څنګ – څنګ راواوړه، چې شينكي باغ كې گل ګلاب وشرموينه!

لونگينه! پر څنګ – څنګ راواوړه.)

د ناوې غوښتل:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې د ناوې تر راايستلو د مخه بولي. دوى په دې بدلو كې د ناوې له خپلوانو څخه غواړي چې د ناوې په ايستلو كې بېړه وكړي.

خلاص كه ځنځيرونه كلا بندې ناستې يو

نور كارم تمام دى ته ناوۍ ماتله ([262])يو

*

د موږ مېټر په شگه([263]) كې پنجر دى

(...) ته ناوې ([264]) وركئ مازديگر دى

*

مازديگر شو د اور وخت شو

(...) ته ويندير وركئ چې ناوخت شو

*

شين نيلى ولاړ دى ګردنۍ ورواچوئ

يا: شين موټر وېلاړ دى ځنګالى ورواچوئ 

موږ ته ناوۍ راكړئ (پلانۍ) ښه وژړوئ

*

د موږ ناوې راوباسئ نيلي ته وړاندې

جېلب ([265]) يې وركړئ د (...) په لاس كې

*

ناوۍ چې په بڼو دې گلې اورې

ناوۍ د (..خان) سپايان دې بولي

*

سترګيم([266]) جرشم ناوكۍ راوباسئ

كه ډېره لويه نه وي يوه كمكى راوباسئ

*

په شرنګ اوره برانه اوبه راكړه

(...) ته ويه رووزه  خور دې راكړه

يا: (...) ته ويه رتير([267]) شه لور دې راكړه([268])

*

شين ميټر په شگه كې پنجر دى

دووسه لور دې روباسه چې مازديگر دى

*

د شال اچول:

دا بدلې په ناوې باندې د شال د اچولو په وخت كې وېل كېږي:

ليرې شئ د مخې موږ ناوۍ ولاړ وو

رتير شه (... خانه) موږ شين شال پرې غوړوو

*

اسپه زينوئ تور بخمل پې غوړوئ

كه ناوې د (... ګل) ده زرين شال پې اچوئ

*

د سرو زرو باغچې په ګلو پټې شوې

ښه وي د (پلاني) خوركۍ په شالو پټه شوې

څه سپينه سپوږمۍ په گردوپټه ده

څه خيالي ناوۍ په شالو پټه ده

*

د چه لوركۍ بندي ده د (...) لوركۍ بندي ده

په سر يې زرين شال په اوږو يې براني ده

*

سحر چې سبا كېږي پرې واچوئ لنگۍ

(...) ورته رتير كړئ چې وباسئ ناوكئ.

د ناوې را ايستل:

دا بدلې خيښۍ د ناوې د راايستلو پر مهال بولي. دا بدلې له كوټې څخه د ناوې د راجگولو، له كوټې څخه د ناوې د راايستلو  د كلا په مينځ كې او بيا له كلا او كلي څخه د هغې د تگ په بېلا بېلو وختوو پورې اړه لري:

د تندي مې شوې شولې ([269]) څوك اوبه نه راكوي

(...) ته ناوۍ وركړئ اوس به سيند راواړوي

*

اسپې وېلاړې گردنۍ غواړي

خېښې وېلاړې ټكيالۍ([270]) غواړي

*

لوړې بلخانې گلان يې چپ و راست دي

راوباسئ ناوئ ملكان نمر ([271]) ته ناست دي

پورته شه ناوۍ چې شين شال دې باد وهي

(...) درته وېلاړ دي په مېټر كې به دې وړي

*

څه خيالي دې ونه، سور شال دې باد وهينه

اوس به جانان راشي په موټر كې به دې وړينه

*

راووزه د مچانو د غارو نه

راووزه د (پلاني) سپينو كوټو ته([272])

*

د ناوې زېړه غاړه ګوتې نريې

(...) خرڅه دى كه پلار يې نه يې،(...) جګه يې كه ليور يې ته يې

*

د پاسه مرغان راغلل مير([273]) يې مه الالويه

ناوۍ يې په پلار ګرانه ژر يې مه جدا كويه

*

پورته – پورته خورې سور سالو دې باد ويي

(...خان) په نيلي سوور دى سور دسمال يې باد ويي

ناوۍ جوړ كه ريمالونه

زما د جان تربرونه ډېر دي را به شينه

يا: زما د گل همځولي ډېر دي را به شينه

*

اوس به د غرمې د غرمې تنور تودېږي نه

اوس به د جانان د جانان ورېندار سپرېږي نه

*

مېږي ولاړي وري خلاصېږي

دم([274]) د خداى رضا ده، لور د مور څخه بېلېږي

*

     نيلى وېلاړ دي بران پې اوري

(پلاني) وېلاړ دى ويندر يې غواړي

*

ناوې پل ويه([275]) درېږه

ده د پلار خاطر دې ګران دى ګرانې جګه شه سورېږه

*

ناوې پل واخله پورته كېږه

يو داغ دې د موركۍ په زړګي كېږده 

*

كجاوې راغلې غچېږي

اوس به (... جان) ناوۍ سورېږي

د (...) رنگ دې ولې تښتېدلى

په كور دې د (...) چپاو لوېدلى

*

د غره د سره مې سييي([276]) كې د انار گله – ګله

پرې به دې نه ږدم د (...) د كوټې گله – ګله

*

د موږ ناوۍ د سپينو مرغلرو ده

د ورور په كور يې ناسته مساپره ده([277])

يا: د پلار په كور يې ناسته مساپره ده 

*

د كوزې په خوله كنجكې

ده زرين ټكرى درټول كه د (پلاني) ناوې نازكې

*

كوټې دې ړنګوم تيران يې وړمه

(پلاني) ته دسې وويه چې ده ګرانه لور دې وړمه([278])

*

كوټې دې ړنګوم بازان يې وړمه

(پلانيه) چېرې تښتې ده شرينه لور دې وړمه

يا: كوټې دې ړنگوم بازان يې  وړمه

(پلانيه) خانه كوچ دې بارومه 

*

ناوې چې په بڼو دې گلۍ ووري

ناوۍ د (... خان) سپايان دې بولي

*

ګلان جوړ كړئ چې موږ ځو

د (...) د كورګي ګل به موږ راسره وړو

*

ناوكۍ زړه دې غټوه ولاړ وو به دې

شين نيلي ولاړ دى نجلۍ وړو به دې

*

موږه يو وراييځه اوس به څو

د (...) كره يو ګل دى ګل به موږ را سره وړو

*

ناوۍ د جنګلو ([279]) سرو ته وخته

(...) ته كپن راوړئ سا يې وخته

*

كليه موږه ځو خداى پماني غواړو

د موږه د وينديري مباركي غواړو

*

خورې لاس كړه په كڅوړه

يو اصيل غمى راګوره لور دې ځي د خپله كوره

*

د موږ ناوۍ چې په بامو به ښورېدې

اوس مې زړګى ښه شو، (... جان) سره به ځې([280])

*

بانجاني بخمل مې ونېول گردونه

اوس به يوسو د (...) د كور ګلونه

*

اوس به كجاوې – كجاوې شكر بارېږي

اوس به د موركۍ – د موركۍ زړګى سولېږي

*

موږ نه ديلې و نه ديلې اوسو

اوس به خياليګره ناوې يوسو

اوس به غونډه منډه ناوې يوسو

*

 

د سحر سترګه راوخته شغلې كا

(...) كمكى د موره ځې، زړه يې زيوتي([281])كا

*

بوخڅه([282]) كې دې ململ څڼدي پې پورې

ته خو د  ورور ([283]) د كوره نه تلې ولې ولاړې

*

موږ به ناويې يو سو د ډولو سره

تاسې خاورې باد كړئ د اېرو سره

*

ناوۍ د كجاوو لرګى دې پاس نيسه

ناوۍ د (...) په مټو لاس نيسه

*

ښې شوې چې كوترې سيلاني شوې

ښه وي په ليورو پورې رييي شوې

*

ښه شوې چې ته شنو ونو راتېره شوې

ابه دې په خوشتو شو ته يې وېره كړې([284])

*

ابه يې د روپيو حسابونه كا

لور يې د (...) ستړي مزلونه كا

*

په مخ كې بند دى پې بنده مه شې

ته مخ دې (پلانى) بې كدره مه شې، د وروسته د (...) په وينو سره شې

*

ناوې ژر وهه خالونه

د تا دسې ليورونه، په تيارو([285]) كې به دې وړينه

*

ناوې ګل په تندي كېږده

د (....) تر شا سوره شه، دغه خپل همځولي پرېږده

*

چې وړه وي په شاخلو يې سترولې

اوسه دسې خلكو يووړې چې مركې يې غوڅولې

يا: اوس دسې خلكو يووړې چې شملې يې باد وهلې

*****

نيلۍ مې د كندار ([286]) ستړي ستومانه ده

ناوۍ مې د (..) سره روانه ده

*

د چه اسپه ما يې([287]) ده د (پلاني) اسپه مايې ده

چې په لوړ يې خېژوي، د تربرو سه يې سيالي ده

څه بلا دې غوښته چې په ړنګ بزار كې تلې 

سرې جامې دې وكړې، د(...) ته مخ په څې

*

موږ به د سرو اوښو جېلو پورته وړو

موږ به خياليگره ناوې كور ته وړو

*

څه سپينه سپوږمۍ په اورو پټه ده

څه خيالي ناوۍ په ليورو پټه ده([288])

*

د شلګر([289]) د ډنډه والوتې هيلۍ

(... جان) د كوره والوتې سيلۍ ([290])

*

د اوښو ته مله ولوېدې رسۍ

په كوم لورې يې يووړې پرديسۍ

*

د اس په زين كې سمه شه كږه نه شې

ابه دې پياز واله ([291]) دى خمتمه([292]) نه شې

خوب كئ باغدادي كوترو خوب كئ روانېږي

د (...) همځولو كوچ كې روانېږي

*

د ټوپك په خوله شين خال دى

(...) ته ويه راووزه، د (...) په ولي شال دى

*

په سر دې د خامه ورېښمنو بخه ده

اوس دې پاچايانو ته ورمخه ده

*

موږ ته په ډاګو كې ګلان وكرئ

موږ ته ګلالي شالونه وغوړوي

*

په شګه كې د شنې لارې غچارى دى

په ورا كې د (..) د اس ششنارى دى

*

سرې اسپې وېلاړې ګردنۍ غواړې

ښه ځوانان راغلي، سرې لنګۍ غواړي

*

كپېره كليه ستوريم([293]) لوېدلى دى

په كورم د (...) چپاو لوېدلى دى

د رغلو په كلي ښې غالۍ وغوړوئ

كه ښادي د (... خان) ده، نندارو ته يې ورځئ

يا: ته مخم ([294]) (... خان) دى، ملغلرې پرې شنئ

ته مخم(... خان) دى ورته خلاصې كړئ اورسۍ

*

نمر شغلې شغلې شو وره ته رڼا يې وكړې

د (پلاني) سه ښه ځوانان دي زر – زر تياري وكړئ([295])

*

سپين پايزار رپرېږده ([296]) په دو پښو

د (... خان) كږه ورځمه په ليمو

*

اوس به ده مېټر ده مېټر ديلى دريږي

اوس به خوانيان، خوانيان دېلى كوزيږي

*

ټوپك د (.... جان) سه ښه ښكارېږي

ويندير د (... جان) سره جوړېږي

*

څه سپينه سپوږمۍ ده چې دا پټ بزار ته ځي

څه خيالي ناوۍ ده، د ليورو په زور يې وړي

*

د پاسه باد راوالوت لوړې ونې ښوروي

(...) ښه توپچي ([297]) دى، څڼوره به روړي

*

ناوې په كجاوو كې دې ګلونه دي

ناوى خانزاده ګان د تا ليورونه دي

*

سپينې ورېژي زېړ غوړي په باندې

ناوې راغله، كليه زوري مې درباندې

*

اوس به د نيليو جېلو پورته وړو

اوس به خياليګره ناوې كور ته وړو

*

ګوره په لونګين دې سره ګلونه دي

ده جوړه – جوړه چې دې ټول د تا ليورونه دي([298])

دا هغه بدلې دي چې د ناوۍ د راايستلو او وړلو په وخت كې يې كور واله ښځې بولي:

كمكۍ نجلۍ اورونه ولې لګوې

تا به خداى ساتينه ابك ([299]) دې ولې ژړوې

*

د موږ ناوۍ اورنه ولې لګوې

تا به خداى ساتي، ابګنۍ (پلارګنۍ) ولې ځوروې 

په خوړ كې كينه چې سېل دې يوسي

ادكه مور دې نشته چې ناز دې يوسي([300])

*

تلې ([301]) راوختلې پريوونيې([302]) پريوتلې

د پلار ګرانې لورې په جنجال كيوتلې

*

څلور سره يارانو د غزني اوليا گانو

ناوۍ مو په لاس دركه، چې وينخوريه ليوانو

 

په وردګو كې د هرې ناوې كورنې مجبوره دى چې په ورا راغلو ځينو نارينه ؤ او ښځو ته سوغاتونه وركړي. همدا راز دوى بايد د خپلې لور له پاره (كور)  برابر كړي او حتى د ناوې دوړلو موټر يا اس ته سوغات وركړي. په لاندې بدلو كې دا راز غوښتنې انځور شوې دي:

د (...) توده كمپله سړه يې ټكله ده([303]

د زوم كالي يې شته مخ يې تور ږيره يې كله([304]) ده

*

ناوۍ ورور دې ولېږه كابل ته

چې زوم ته كالي راوړي بريځر ته

*

چې په دالان كې پروت يو سكور دى

د زوم كالي دې شته، مخ دې تور دى

*

د دېوال ته خوا ([305]) وېلاړې ته پوهېږي كه نه

د زوم كالي دې نشته ته شرمېږې كه نه؟

*

لوړې بلخانې ته ورختى نه شم

د زوم كالي دې نشته سيالانو ته كتى نه شم

پيالې پړمخې نسكورې

(...) سترګې وخورې، خېښې ووتې سرتورې

*

ګڼ بران ته كينه چې لمده دې كا

دسې مور دې نشته چې درنه دې كا

*

ځوانان خپه وېلاړ دي شنې لونګۍ راوباسئ

اسپه مې تاوېږي گردنۍ راوباسۍ

*

د موږ سپينې روپۍ لكه ډبرې

ناوې ته كميس جوړ كړئ د گزبرې([306])

*

سلګون لوټونه تا خستل ([307]) بې شماره

راوباسه كوزه او چلمچي دواړه

*

لوړې بلخانې سكښتي تاكونه دي

راواچوه ټغر ټول يې ليورونه دي

*

په جام كې اوبه تورې

يا: كټوگى([308]) ګورئ نسكورې

يا: پيالې پړمخې نسكورې

(پلانى) ته دسې ويه چې خېښې ووتې سرتوري([309])

يا: (پلانيه) سترگې وخورې خېښې ووتې سر تورې([310])

د ناوې د وړلو بدلې:

دا هغه بدلې دي چې ټنگورې يې په لاره بولي. (لاره) هغه واټن ته ويل كېږي چې د ناوې د پلار گنۍ او د زوم د كلي- كور ترمينځ پروت وي.

ناوۍ چې كدم ([311]) اخلي پونده كېږده

كدم دې د (...) ([312]) په لورې كېږده

*

په سر دې سور سالو شامستې ځه راسره

د (... خان) نيلى ولاړ خويندې جوړه ورسره

*

په سر دې د پيله ورېښمنو پخه ده

ناويې ملكانو ته دې مخه ده([313])

د خسر كور ته د ناوې رارسول:

د زوم په كلي او كلا كې هم خېښۍ لاندې بدلې بولي. دوى د خپله ناوې ستايي او خپله خوښۍ څرگندوي. په دې بدلو كې كله كله د ناوې د پلار گنۍ ښه او كله هم بد يادېږي.

د سرو زرو چلم زېړه يې غاړه ده

په كنج كې د (...خان) ناوۍ وېلاړه ده

*

سم د نمازديگره (...) وويشته كوتره

ناوۍ د (... ګل) ده شال يې ولوېدا([314]) د سره

*

د كييه ([315]) راغلې حورې د پاسه راغلې دوړې

په دې غرمه يې راوړئ د سره پرينګي ([316]) لورې

يا: په څه ناوختي راغلې د سره پرينګي لورې

يا: ښه شوې په اوبو كې توره ماره

يا: ښه شوې وختې (... ) د زړه ارمانه

*

پورته – پورته ليلا وېلاړه ده

پلو يې نيسۍ ستړۍ ستومانه ده، په سر يې شال دى زېړه يې غاړه ده

د پاسه په سره اوښ باندې ډولۍ رغليې([317]

(...) ته ويه رووزه كور ته دې سيلۍ رغليې([318])

*

ګل د ستارى دى چې يې نار ([319]) كړي

د (...) د ناوې زورى([320]) په موږ خداى كړي

*

راخيژه د لونګو په شاخو كې

كوزييه([321]) د (...) په بلخانو كې

*

موږ غومچه ميندلې ده

(...) ته اوال ([322]) وركړه نجل دې ډېره ښايسته

*

ډوډۍ به پخوي بران به ووري

(...) به ته د  نازه اغا بولې

يا: (...) به د نكامه لالا بولي([323]

چرګه كاكولاله كور كمن () زېړه يې غاړه

موږه څه كولې چې (...) راوړې په غاړه

*

ګل د ګلبوټي سه ښه جوړېږي

ويندير د (...) سه ښه ښكارېږي

*

ښې شوې په پلالو اوبه ولاړلې

ښې شوي د دووس د كور نه راغللې

*

ښه شوې چې راغلې چاودينكې

اوس نور روباسه د پلار د كور چينكې

*

د اوښ ته گيډه ولېدې رسۍ

په څه ناوختي راغلې پردېسۍ

*

پورې دو([324]) باغونو ګرد نيولى

د (..) ويندير يې راوړه، سر يې سرو شالو نيولى

*

ده روڼ مزى د تا دى د لمنې

ده ښه ليور د تا دى بختورې

*

كوزه په باغ گډه شوم نارنج مې راووړ

او كليه منئ يې چې سور ګل مې راووړ

*

تورې سترګې تور باڼه دې لارې – لارې

ښه شوې چې راغلې د (...) د كور واكدارې

*

څه عجيبې نندارې شوې د لمنې

د (...) په لاس كې كېوتې ([325]) زرګرې

*

ناوې چې پرون ده وختې دې لښتې ماتولې

نن مې نظر بنده كېنولې

*

څه سپينه سپوږمۍ وې چې رڼا شولې

كه لور د (... خان) وي اوس د ما شولې

*

ښې شوې په توشكو دې پښې كېښودې

ښې شوې د ابه رچې دي پرېښوې([326])

*

د ما گوتيې په سرو زرو كې پټه ده

د موږ ناوې په ښو ليورو كې پټه ده

په زېړو ګلو كې راتلې خورې ګلداره به شې

كه دې ادې ته شولې ورته دلاله به شې([327])

د ناوې كتل:

وروسته تر دې چې ناوې د خسر په كور كې ښكته شوه او خلكو د لږ شېبې له پاره دمه ونيوه د ناوې كتل پيل كېږي، ښځې نارينه او ماشومان په جوپو – جوپو كوټې ته ننوزي او ناوې گوري:

ښه وي چې په كونج كې زېړ ګلونه شوې

ښه وې د (... ) د كور مزدوره شوې

*

خدايه شكر په دې ست([328])

كه دې يو لك روپۍ ولاړې، وروره سر دې سلامت

يا: كه شين پټى دې گرو شو، وروره سر دې سلامت

*

په لويو غرو بران په موږ ګلۍ اوري

د (...) په توخانه كې اشرپۍ ووري

*

سور سندك دړې وړې

جر دې شم ده ټېټه بيه د ما ويندېرې

*

په غره كې د ګوګړو اور بلېږي

په كونج كې د (...) ناوۍ ځلېږي

*

د موږ ناوې لكه چنار ودرويه

(...) يې په سر كه شين شال وغوړويه

*

سل زره دې ولاړې وروره سر دې سلامت

ده ويندير د (.. خان) ده وروره بيه دې مبارك

*

نن بيه په جرګه ([329]) پشم غوړېدلى دى

(پلانيه ) د ښو چټو ګل دې كړى دى

*

ناويه په بڼو دې ځومبكان دي

ناويه خسرخېل دې ملكان دي([330])

عمومي بدلې:

دا بدلې د واده د بېلا بېلو مراسمو په ترڅ كې په عمومي ډول بلل كېږي:

په نري چمن يې واړول باورنه

د (...) د ښادي غږ دې په ملكونه

*

 د غره ګور ګوري سرې يې لمنې

د پاسه راغلې د ګلو ونې

يا:(...) به راشې سرې يې منګولې

*

لوړې خورې لوړې چې اوبه وړي د ژورې([331]

(...) د تا ليور دى ليور مه خورى([332]) څڼورې

*

باغدادي كوترو خوب كړى كه ويښېږي 

د (...) همځولو كوچ كړئ روانېږي
*

په درنه ميچن ([333]) اوړه شې لونګينه

د (...) غولى مې پشم زېړ ګلونه



اخځونه:

الف- كتابونه او انترنيت:

1-    د خلكو سندرې، استاد حبيب الله رفيع، د افغانستان اكاډمي، د تاريخ او ادب ټولنه، 1349 هـ- ش، كابل.

2-    د پښتو د ولسي ادب لارې، ارواښاد څېړنوال دوست شينوارى، پښتو ټولنه، 1365 هـ- ش، كابل.

3-    فولكلوري جواهر، پروفيسر ولي محمد سيال كاكړ، پښتو اكاډمي، 1997 م، كوټه.

4-    د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس، محمد ابراهيم عطايي، د پښتو څېړنو نړېوال مركز، 1357 هـ- ش، كابل.

5-    د كندهار فولكلور، ننگيالى بڅركى، د افغانستان د علومو اكاډمۍ د ژبو او ادبياتو مركز، 1369 هـ- ش، كابل.

6-    پښتانه كوچيان، لومړى ټوك، د افغانسان د علومو اكاډمۍ د  پښتو څېړنو بين المللى مركز، 1360 هـ- ش، كابل.

7-       په لغمان كې د ودونو دودونه، د سرمحقق مرستيال عبدالجبار نادر، 1370 هـ- ش، كابل.

8-    د مروتو د واده دستور، پروفيسر ډاكټر راج ولي شاه خټك، پښتو اكيډيمي پېښور يونيورسټي، 2003 م، پېښور.

9-    پښتني ودونه، استاد حبيب الله رفيع، د افغانستان د مرستو مركز(CCA)، 1381 هـ- ش، كابل.

10- په افغانستان كې د ښځو حقوق، عبدالهادى خليل زى، د آزاد افغانستان د ليكوالو ټولنه، 1374 هـ- ش ، پېښور.

11- د پښتنو ټولنيز- اقتصادي جوړښت (د ثور تر انقلابه)، د افغانستان د علومو اكاډمي، د پښتنو څېړنو بين المللى مركز، 1362 هـ- ش، كابل.

12- ولسي پوهـ، على محمد منگل، د اطلاعاتو او كلتور وزارت، د فولكلور او ادب خپرونه، 1356 هـ- ش، كابل.

13- د پښتنو ځينې فولكلوري روايات، على محمد منگل، د كلتور دولتي كميټه، د كلتور رياست، د خلكو د فرهنگ امريت، 1364 هـ، ش، كابل.

14- د تڼيو كلتور او فولكلور، بسم الله حقمل، د قومونو او قبايلو چارو وزارت، د نشراتو او فرهنگي چارو وزارت، 1366 هـ- ش كابل.

15- د اتڼ د نارو هېنداره، سرمحقق على محمد منگل، دانش خپرندويه ټولنه، 1384 هـ- ش، پېښور.

16- هوډ مجله، د لوى احمد شاه بابا علمي او كلتوري مركز، 11 گڼه، 1384 هـ- ش، كندهار.

17- انگۍ د نيمې نړۍ فرياد، لومړى ټوك، ابوالخير ځلاند، پښتو ادبي كاروان، 1994م، كويټه.

18-  پښتانه كوچيان، خان خادم كوچي، دانش خپروندويه ټولنه، 1379 هـ- ش، پېښور.

19- پښتي ملي اتڼونه او محلې نڅاوې، غلام محى الدين غلجي، د فولكور او ادب ټولنه، د اطلاعاتو او كلتور وزارت – 1352 هـ- ش، كابل.

20- فولكلوري گېډۍ، علي محمد سوبمن، پښتو ټولنه، 1355 هـ- ش، كابل.

21- غرنۍ سندرې، محمد عارف غروال، د افغانستان د علومو اكاډمي، د ژبو او ادبياتو انستتيوت، 1360 هـ- ش، كابل.

22-   د پېچ درې د پښتنو ولسي دودونه، گلاب زى ساپى، 1386 هـ- ش، د ساپي پښتنو څېړنو او پراختيا مركز، پېښور.

23- كوچيانۍ پانگه، خان خادم كوچى، دانش خپرندويه ټولنه، 1379 هـ- ش، پېښور.

24- افغاني هندوان او سكان، ډاكتر جگړ شينوارى، پښتو يون، 1381 هـ- ش. پېښور.

25- ايين هندو، سيبل شاتوك، د محمد رضا بديعى ژباړه، 1387 هـ- ش، تهران.

26- په افغانستان كې د ښځو حقوق، عبدالهادى خليل زى، 1374 هـ - ش. پېښور

27-  ښځه په اسلام كې، دوه ټوكه، محمدحسن حقيار، 1374 هـ- ش ، پېښور. 

28-  د پژواك خبر اژانس ارشيف.

29- بد دردونكى مسكن، د ښځو او كوچنيانو د حقوقو څېړنز بنسټ، 1382 هـ- ش كابل.

30- مدني قانون، د افغانستان جمهوري دولت رسمي خپرونه، دويم چاپ، 1384 هـ- ش كابل.

31- پيوند هاى افغانستان و هند در امتداد زمان، د كتور سيد مخدوم رهين ، 1388 هـ- ش دهلي.

32- رامايانا، كهن ترين حماسه عاشقانه هند، ترجمه منظوم فارسي ملا مسيح پاني پتي، د پارسي څېړنو مركز، د ايران د اسلامي جمهوري فرهنگي اداره, 2009 م, نوى ډيلي، هند.

33- Pukhtunkhwa today, M. Aza Baig, Dunya (PVT) Ltd, 2009, peshawer.

34- www.old and sold.com/artical25/marrrage customs and tetails-1.shtml.

 

ب – راويان:

35- حاجي تاج محمد شينوارى، پېښور، كارخانو بازار، پيرانو ماركيټ.

36- حاجي انجنير مولانا نظر د سوداگر  ارواښاد حاجي الله نظر زوى،  پېښور ابدره روډ.

37- فيصل فاران د صوابۍ د گندف، ژورناليست او ليكوال. د يوسفزو د سيمې اوسېدونكى، په قوم باركزى.

38- نعيم تورى، د كرمې ايجنسۍ او پښتونخوا نوميالى سندرغاړى.

39- د سيد كرم اوسېدونكي ازاد خان د عنايت الله خان زوى (د ځاځيو اوسنۍ ولسوال).

40-  ويچارسنگ د صوبه سنگ زوى د خوست د پريم نگر كلي اصلي اوسېدونكى، په بلغاريا كې د لوړو زده كړو خاوند او د ده وروه سنتوك سنگ او كرن سنگ د هندوستان د فريد اباد اوسيدونكى. 

41- د كابل د شهزاده سراى صراف چرن سنگ د خوست د پريم نگر اوسېدونكى.

 

 



[1]  دا كلمه د دروازې له لخك سره اړه لري. لخكى يعنې هغه څوك چې دروازه پرې خلاصه او تړله كېږي.
[2]  كه چېرې دا سلسله بشپړه وي وروستۍ يې پردى (بيگانه) دى.
[3]  منگلې او نورې پكتياوالې خواښې كله نا كله د خپلې حامله نږور په راتلونكي ماشوم فال نيسي. د دې كار له پاره د ناوې د حمل په وروستيو شپو- ورځو كې دې ته يوه (وټي) وركوي. وټي يوه كوچنۍ گرده پرېړه ټوټه ده چې مخ يې په زرتارو او مريو ښكلى كېږي. د كور مشره يا د ناوې خواښې خپله نږور له وټې سره بهر ته لېږي او ورته وايي چې له هره چا سره چې لومړى   E مخامخ شوه، هغه وپېژني او بېرته راستنه شي. كه ناوې ته كوم نارينه په مخ ورشي- خوشالېږي، بېرته كور ته گرځي او خپلې خواښې په خبره پوهوي، خواښې ورته وايي ته مخ دې جار شم، ته نيكمرغه ښځه يې، فال مو سم شو، كه خداى كول غېږ په دې په هلك ډكه شي. او كه ناوې په دې تگ كې له كومې ښځې سره مخامخ شوې وي، خپه كور ته ستنېږي، خواښې يې په غوسه وي او ورته وايي مخ دې ورك شه سپيرې، زموږ كور به ورك كړې، لور به راوړې او وټې ځنې واخلي چې په اور كې يې وسوځي او خپله كركه پرې وركه كړي او يا دا وټې بل وخت داسې مشرانو ښځو ته وركوي چې دوى ورسره ښې نه وي او غواړي چې د هغوى په كورونو كې هم لورانې وزېږي او د زامنو زېرى پرې ونه شي.
[4]  وروڼي. هغه ټوټې چې ماشوم په كې تړل كېږي.
[5]  سزني. تر يو متر نه اوږده او د دريو گوتو په اندازه پلنه ټوټه چې عادي يا سينگار شوې جوړېږي او ماشوم پرې تړل كېږي.
[6]  شلوكه- واسكټ ډوله جامه چې مخ او شا يې پټ او له سره اغوستل كېږي.
[7]  سربند: څلور- پنځه گوتې پلنه ټوټه چې ښه ښكلې جوړېږي او د ماشوم سر پرې تړل كېږي.
[8]  شاو كوله- شب كلاه. نرمه خولۍ چې د مخ تر كاسه پرته ټول سر په كې پټېږي.
[9]  په منگلو او نورو پكتياوالو كې د هلك د زېږېدو په روځ غنم نينې كوي او په كليوالو يې وېشي. په درېيمه روځ بيا د غنمو كوچه په خلكو وېشي او په اوومه روځ پسه حلالوي او خيرات كوي چې ماشوم وپايي او مړ نه شي. كه له دې ټولو سره- سره ماشوم رنځور يا مړ شي، د بل ماشوم د زېږېدو په مهال د غنمو په ځاى د  جوارو نينې او د جوارو كوچه په خلكو وېشي. دوى دا ځلې په اوومه روځ خيرات هم نه كوي او غواړي چې د دودونو په بدلولو سره خپله كركه ليرې كړي.
[10]  نليځى- دا كلمه چې اصلاً به احتمالاً(نه روزي) وي د هغو ماشومانو له پاره ويل كېږي چې د مور او پلار نه روزي كېږي. په وردگو كې هغه نارينه ماشوم ته چې تر څو لوڼو وروسته زېږيدلي وي يا هغه ماشوم ته چې د څو ماشومانو تر مرگ وروسته ژوندي پاتې شوي وي د (نليځي) اولاد وايي.
[11]  غورغي. يو ميخ  چې په دېوال ټكوهل كېږي او په سر كې يې يوه خوځيدونكي وسپنيزه كړي پرته وي.
[12]  رسۍ- ريسمان.
[13]  چرمينه- د غوايه له پوستكي څخه جوړه رسۍ چې ډېره مضبوطه وي. په وردگو كې كله چې څوك غواړي چرمينه جوړه كړي، نو د غوايه د لامده ، خو پاك پوستي نرۍ- نرۍ ريتاړې وباسي او بيا يې اوبي. كله چې دا چرمينه وچه شوه ډېره مظبوطه راځي او ژر نه غوڅېږي.
[14]  شنه مري ده چې كېداى شي نوم يې د حضرت سليمان پېغمبر له نامه سره اړه ولري.
[15] اثري كېدل: له حاله وتل، په نامعلوم مرض ناروغه كېدل، ځورېدل.
[16] پيرى(جن- اجنه) هغه شى دى چې ځان نه ښكاره كوي؛ خو د هر كار د كولو وس لري او ځان په هره بڼه بدلولاى شي. په وردگو كې د ژوند ډېرې ناپېژندلې چارې د پيريانو كمال بلل كېږي.
[17]  انگۍ د نيمې نړۍ فرياد، بېلابېلې پاڼې.
[18]  شباده- شو باد- شب باد- د شپې بادونه.
[19] كارم – كار مو.
[20] ماتل - معطل
[21] گورگرې: يوه غرنۍ ميوه ده چې ونې يې د پكتيا او پكتيكا په غرونو كې زياتې دي. دا ميوه سركيو (الوبالو) ته ورته ده او تازه او يا وچه خوړل كېږي. د رحمن بابا يو بيت دى:
چې مېوې يې د كابل خوړلې نه وي
د هغو ترفهم وڅكې دي گورگرې
[22] - كا – كړي يا كاندي
[23] - دسې - داسې
[24] - سكاڼ- يو ډول اس
[25] پى - پرې
[26] - باغدادي - بغدادي
[27] سپرغه – په وردگو كې پخوا خلكو د اوبو د كاريزونو د ويستلو له پاره، له اوارو سيمو څخه د غرو د لمنو په لور په يوه ليكه كې كوهيان كيندل او د دې كوهيانو لاندنۍ برخه يې د يوه تونل په واسطه سره نښلوله. دا تونلونه به دومره ارت او جگ وو، چې كوهي كيندونكي كسانو په كې تگ راتگ كولاى شوى. دغه تونل ته وردگ سپرغه وايي. د سپرغو جوړول د لسگونو كوهيانو اوبه يو ځاى كوي چې په اواره سيمه كې له وروستني كوهي څخه د كاريز په شكل رابهېږي او زمكې خړوبوي.
[28] بيه - بيا
[29] په دې بيت كې ريمال د يوه مثبت خبر رسونكي يا ښه قاصد په توګه ياد او ستايل شوي دي؛ ځكه همدې ريمال له ځانه سره د دوستۍ او د يوې خوږې خېښۍ د پيل زېرى راوړي وي.
[30] مړه ( د  م په فتحه) مڼه.
[31] ديه – دي.
[32] د كوچيانو بدل:
د كابل د مڼو بوى راغى شماله
زه دې جار شم د (...) د كور دوسماله
[33] بران – باران.
[34] د منگلو بدل:
په زاړه انگړ كې اور- اور دى لگېدلى
د نصرالله په وليو گل- گل دى غوړېدلى
[35] په دغه بيت كې د يوه شخص د نامه پر ځاى د يوه كلي يا يوه قوم نوم هم اخستل كېږي.
[36] څو – ځو.
[37] خداى پمانى – خدا پامانى، د خداى په امان.
[38]  غاړو- غواړو
[39] اوال – احوال.
[40] نمر – لمر.
[41] سور- بر، دا د (سور) تورى په پښتو كې ډېرې ماناوې لري لكه لمر ډېر سور دى (تود)، هغه گل سور دى (رنگ)، د هغه زمكې سور ډېر كم دى(بر)، ډېر سور- سور مه كېږه(قهر او غوسه)، په آس سور شه (سپور) او داسې نورې.
[42] ته مله – تر ملا
[43].خور – خپور.
[44] د غزني او كلات د سيمو بدلې:
كاغۍ مشوكه كښته كي لونگ اخلي
زما د جان دسمال مو راوړ له زړو زنگ اخلي
*
خور ښادي راغله پر غولي
پر غولي راخپره سوه، د نغري تر كونجو پورې
*
خېښې جوړ كړه مشدي سره دسمالونه
زما د جان تربرونه ډېر دي را به شينه
*
سكاڼه لم وهي ميدان يې ښكلى ده
ميدان خو زما د جان سپرو نيولى ده
(د پښتنو دودونه، ص 11-12).
[45] له اصيلو غرانو نه مطلب پخوانۍ سپينې روپۍ دي چې خلكو يې يوه واحد ته (قران) وايه.
[46] هندو.
[47] له هغه ځايه چې په څلور لسيزې مخكې د ايران د مشهد ښار ته د افغاني موټرو تگ او راتګ زيات شوى و، ترانسپورتي كار كوونكو او نورو افغاني كار گرانو به د راتگ په وخت كې له ځان سره د نورو شيانو په څنگ كې ټوكران هم راوړل چې په دې بند كې ورته اشاره شوې ده.
[48] نوالې- نوړي- نمړۍ، گوله- لقمه.
[49] يو ډول ښځينه ټوكر.
[50] بې- به يې.
[51] جورو – جارو.
[52] يخدان- بكس- صندوق.
[53] د يوه كلي يا يوه قوم نوم.
[54] نمنځ- لمنځ- مينځ.
[55] اوچكان: يو ډول ټوكر ښايي اصلاً اب چكان وي.
[56] جوپان- جاپان.
[57] شمنم- شبنم.
[58] زرزري، مطلب زري ټوكر يا كپړه.
[59] له (چپاول) نه لنډه شوې كلمه ده چې د يرغل او چور مانا لري.
[60] ابګنۍ – د ابه له كلمې څخه جوړه شوې مركبه كلمه چې د پلارګنۍ مانا لري.
[61]  بنۍ – بوجۍ، يعنې چې د ناوې پلارګنۍ ټوله ميوه په خلكو نه ده وېشلې او د خپل ځان له پاره يې په بوجيو كې زېرمه كړې ده.
د منگلو بدلې:
موږ هر څه درته رووړي تاسو څه كړه
خداى دې داسې تور په تور كې چې ډمانو ته په كور شي
شا عزيز مو خېټور دى په ښنك كې به مړودوړ شي
داسې يې مړدوړ كې چې كولمې يې تور په تور كړى
ژبه پكې نه وي په شنډو خبر نه كېږي
د تاسو څنگ ته چې موړ سړى كيني وزى شي
د لوږو تندو مړو شئ په ډېرو مو جرنه (ولسي پوهه، ص 53).
[62] لمده – لنده.
[63] كركره- پڅه- كُند.
[64] دره – دومره.
[65] پاستي- پره كى.
[66] لكه چې په متن كې راغلي دي په وردګو كې د ستنې، ناستې او توى د پوښ څومره والى او څرنگوالى د دواړو خواوو تر مينځ ټاكل كېږي او د زوم كورنۍ مجبوره ده چې منل شوي شيان كټ مټ او د وعدې سره سم برابر كړي. كه داسې نه وي د ناوې پلارګنۍ د اعتراض حق لري او حتى استول شوي پوښ بېرته مستردوي. په بدل كې د (پلانى) په تعقيب ښايي يوه ناوړه كلمه وكارول شي.
[67] - ميميز – مويز- مميز- كشمش.
[68] خلكي، له خلي (خس) څخه تصغيري ويى.
[69] د دې بدلې نور ډولونه د پكتيا والو په لهجه:
څوك مې پټ پټ ژوړي (...) مو پټ پټ ژوړي
وريجې يې راوړې خمچۍ يې په څټ غوړي
يا: ټكري يې رووړى سپڼسي يې په څټ غوړي
يا: غوړي خو يې رووړي، سپيلوګ يې په څټ غوړي
(ولسي پوهه، ص 51)
[70] اوږ برگه- دا يوه مهمله كلمه ده چې مانا يې څرگنده نه شوه.
[71] وريښمين- ابريشمين، يو ډول قيمتي ټوكر.
[72] اله چه- يو ډول ټوكر.
[73] پړشمى- پس شوي- د روژې د مباركې مياشتې سهارنى– سحرى.
[74] په دې بڼد كې دې خبرې ته اشاره شوې چې د ناوې پلارګنۍ ټوله غوښه په خلكو نه ده خوړلې بلكې يوه اندازه يې د ژمي له پاره زېرمه كړې او د لاندي د كتارونو په څېر يې په رسيو كې ځړولې ده.
[75] پګړۍ: د ململ يا كوم بل سپين ارزانه ټوكر لونګى.
[76] كوتلې – له قاتل نه جوړه شوې مخففه كلمه او يا كوتل شوې يا ټكول شوى.
[77] وربل- اوربل.
[78] لوجرومله يا لجرومله د رنجو يوه خاصه كوچنۍ كڅوړه ده چې پښتنې پېغلې او ښځې يې په ډېر ظرافت له ټوكر – مريو، زرتارو او ورېښمنو څخه جوړوي او وروسته د لوجرو ملرګي (سلايي) په واسطه خپلې سترګې پرې توروي.
[79] ناورين- غم، په غريو ژړا.
[80] يو ډول غوټه. دلته مجمعه وېښته ترې مراد دي چې ګوړګوټي هم بلل كېږي.
[81] غورې – لافې باټې، تود مجلس.
[82] د ښځو د وېښتانو د سينگار يو ډول سيخك.
[83] څنگې- څنگه.
[84] پې- پرې.
[85] د زرملې خلك د وښې په ځاى سپرخى وايي:
درغى سپيرخى، خورې ټېنگ نېسه تندى
كه يو وارې د خلاص شو بيا به يې نه كړې تور پيكى
وښى (باهو) د لاس يوه گاڼه ده. دلته هغه نري هلالي ډوله وښى مراد دى چې نري- نري څوكۍ لري او وېښته پرې بېلوي. ضمناً سپرخۍ د غوندې ستن (جوال دوز) ته وېل كېږي.
د كوچيانو بدل:
درغى سرخى خورې ټينگ نيسه تندى
كه دا وارې دې وران كه، بيا به نه كې تورپيكى
يا: كه دا وارې دې ړنگ كه، بيا خپه ده تورپيكى
يا: كه دا وارې دې بېل كه، گيله من ده تورپيكى
درغى سپرخى په وربل ټينگ نيسه لاسونه
كه دا وارې دې وران كه، بيا بې نه كې ولونه- ولونه
(كوچيانۍ پانگه،  ص 100)
[86] دا هم د زرملې د خلكو يوه بدله:
تور پيكى دې په تندي شو دړې وړې
ته كم عقلى اوس مه كړه ګړې بړې
[87] مينځي - وينځيۍ
[88] يوله- وياله- واله.
[89] تې- د ترې مخفف.
[90] وركړئ
[91] پيرى - جند
[92] تور ځوانان يعنې پياوړي، ښايسته او مټور ځوانان.
[93] دېلې- دلې- دلته.
[94] د موټر د كلمې وردگي تلفظ.
[95]  دا اصلاً د قوم نوم دى خو دلته د وياړلي او سرلوړي مانا وركوي.
[96] توخانه- تاوه خانه. توخانه هغه كوټه ده چې د نغري يا تناره په اور تودېږي. په وردگو او د افغانستان په ډېرو نورو سړو سيمو كې خلك توخانې لري او جوماتونه هم په همدې توگه تودېږي. توخانه په خپل څنگ كې يوه بله كوټه لري چې خلك يې د اور خونه يا آتش خانه بولي. د اور د خونې په تناره كې اور بلېږي. ښځې په دې تناره ډوډۍ او كټوې پخوي او اور يې په هغه سيستم كې توخانې ته ځي چې د سيمې خټگر استادان يې د روباه خانه په شكل جوړوي. كله چې د اور د خونې د تناره لمبو او تاو د توخانې په روباه خانو كې تودوخه توليد كړه، د تيږو هغه تبۍ تودېږي چې د روباه خانې په سر يا د كوټې په غولي اېښي وي. دغه تودوخه دا كوټه يوه روځ او شپه ښه ملايمه توده ساتي. د تاوه خانې، روباه خانې، آتش خانې پيش خانې، بلخانې (بالا خانه) درې كلمې ښيي چې دا كسب هم په لومړي سر كې له دري ژبو يا تاجكو يا هزاروو څخه وردگو او نورو پښتنو ته راغلى دي. يا بۀ دوى د په ژمي كې د هغوى تودې كوټې ليدلي وي او په خپل كور-كلي كې به يې جوړې كړې وي او يا به تاجكو يا هزاره  خټگرو لومړنى توخانې په پښتنو كې جوړې كړې وي.   E
زما په ياد كېږي چې له توخانو مخكې په وردگو كې خلكو خپلې د استوگنې خونې يا واړه- واړه جوماتونه په (لمبه يي) تنورونو تودول. په دې طريقه كې به د كوټې په منځني برخه كې تنور موقعيت درلود. كله به چې ښځو په تناره كې اور بل كړ لومړى به يې د ډوډۍ او كټوې كار وكړ او بيا به يې په تناره كې د اوبو گړي(منگي) كېښودل چې د او د سونو له پاره تودې اوبه ولري، بيا به يې د تناره سر په (برغولي) پټ كړ. تر دې وخته پورې بۀ د تناره د اور لمبو د كوټې هوا لږ ماته كړې وه، په عين حال كې به كوټه په دود هم ډكه وه. دې ډول كوټو پاس يو سورى درلود چې د دود د وتلو له پاره به خلاص و، خو كله به چې دود لږ كم شو، نو كومې ښځې يا نارينه به هغه تار راكش كړ چې له سوري څخه پاس به په يوه سرغند (سرغنډ يا سرغونډ يو گڼ پلن ببر بوټى) كې بند و. دا سرغنډ به راكش شو او د بام سورى به يې بند كړ. د خوب په وخت كې به د كر خلك د همدې تناره شا او خوا پريوتل او هغه لويه بړستن به يې په ځان كش كړه چې (جوپرى) نومېده.
ځينو كورنيو پخوا خپل څاروي هم په همدې خونه كې درول. په داسې حالاتو كې به د انسانانو د كيناستو، خوب او خوراك ځاى لږ جگ و او د څارويو له پاره به يوه اړخ ته لږ ژور ځاى په پام كې نيول شوى و؛ خو د دواړو ځايونو چت به يو و!
[97] يو ډول ټوكر.
[98] مطلب زوم دى.
[99] كمكولى – كمكى.
[100] د كوچيانو بدلې:
پرون ده وخت دې نرۍ- نرۍ سندرې كړې
نن په شين گېډۍ له پښو نه لرې كړې
*
ته كمكۍ جلكۍ وې په بامو به ښورېدې
پلار په سترگو ړوند كړې، سرو پايڅو مېرمن يې كړې
*
ته كمكۍ جلكۍ وې په دېرو به لوبېدلې
(...) په سترگو ړوند كې، سرو پاندرو مېرمن يې كې
*
په شودو يې لويه ولې، په ورگك يې غوړولې
پرتوگ د جلنۍ وو، له پايڅو خبره نه وې
(كوچيانۍ پانگه، ص 89).
[101] پرې او دا سندره معمولاً هغه ناوۍ ته ويله كېږي چې مور يې مړه وي او نا اهله ميره ولري.
[102] لير - لار
[103] جنازه مو
[104] د (بيا يې) مخفف.
[105] سرباپه يعنى سر جوړونكې ښځه
[106] روبوله- رابوله.
[107] سرلرگى يوې جوړه كړې چكۍ ته وايي. ښځې كنډ، لونگ، نركچور او نور ښه بوى لرونكي شيان ميده كړي او بيا د اوبو په مرسته چكۍ ځنې جوړه كړي. كله چې دا چكۍ وچه شوه ښځې يې هغه اړخ  چې لږ سولول شوى وي د ناوې په وېښاتو موښي چې خوشبويه شي. ځنې ښځې د ښايست له پاره په سر لرگي مرۍ او كونجكى پورې كوي
(كوچيانۍ پانگه، ص 102).
[108] زنګيالي – تيز اسماني شين رنګ. ښځې خال ترې وهي.
[109] بزار- بازار
[110] كړمه.
[111] يعنې چې د لور په وړلو به يې مور هومره وژاړي چې سترګې به يې سرې – سرې شي.
[112] چندنار- د سپينو زرو پسول دى. زرگر لومړى څو مربع ټوټې جوړ كړي چې بيا يې د غورغيو په واسطه يو له بل سره نښلوي. د دې ټوټو پاسنۍ برخه مثلثي وي چې د غاړكۍ په شان په غاړه كې ځوړندېږي او د لاندينو ټوټو په لمنو يې گړونگي ټړلي او ښكته ځوړند وي (رفيع)
[113] كښا- د ټوكرو خوځېدولو غږ.
[114] نتار – ناتار- غم- وير.
[115] بدام – بادام.
[116] رادرومه يعنې راشه، را ځغله- راځه.
[117] په دې سندره كې د ناوې هغه خپلوان يادېږي چې مړه شوي وي.
[118] ويه- وهه.
[119] كجك: په فرهنګ كې ليكل شوي دي (موي مخصوص پيشاني زن كه به شكل بادام اراسته ميشود)
[120] - د زرو يو پسول دي.
[121] نابوده: بد قواره
[122] د يوې ټوټې ځمكې نوم.
[123] ګلۍ – ږلۍ – ژلۍ. د وردګو په ګړدود كې (ږ) شته، خو (ږلۍ) استثنا په (گ) ويله كېږي.
[124] سپايي – سپاهي – عسكر.
  [125]چارګل: هغه پسول دى چې له سرو او سپينو څخه جوړېږي. مدور شكل لري. پزه ورته سورۍ كېږي او چارګل د پاسه پرې ټومبل كېږي.
[126] مزي – رشته 
[127] د كوچيانو بدلې:
ړنگه دې گوډۍ ده  چرگان پكې رانيوى نه شم
داسې د دستور ده، سيالانو ته كتى نه سم
يا: دا د تا كورگى يوه زه پكې جاېيدى نه شم
(كوچيانۍ پانگه ... ص 78).
[128] شوتلگى – شوتلكه: هغه وحشي شوتله (شفتل) ده چې له اهلي شوتلې سره په رنګ كې توپير لري. څاروي يې نه خوري او په وحشي ډول شنه كېږي. خلك يې ليونى شوتله هم بولي.
[129] غولينځ د غوا تيو يا پستان ته وېل كېږي. په دې بيت كې د خيښې تي د غوا له غولينځو سره تشبيه شوي دي.
[130] د وربچه– دريچه – كلكينچه.
[131] شپول – غوجل.
[132] سره له دې چې د وردگو په گړ دود كې ټولې (ي گانې) شته؛ خو ځينې كلمې چې په(ى) ليكل كېږي او وېل كېږي استثناء په (ږ) تلفظ كېږي. لكه پږدا (پيدا) مږدان (ميدان).
[133]غړك- مشك: د وزې پوستكى په خاص ډول آش كېږي او بيا تر رنگ وروسته (پى يا شودې) پكې موښل كېږي. خوشال خټك وايي:
چې سړې شړومبې يې خورم په وخت د لوږې
پاچا يي د اورنگ زېب زما غړكه.
[134] رووت- راووت.
[135] را تلې
[136] چوله- درز.
[137] ولمه- مېلمه.
[138] چه- چا.
[139] ييره- ايره- ږيره- ريش.
[140] داره: رڼې متيازې
[141] غونډارۍ هغه گردۍ – گردۍ كوچنۍ ډوډۍ دي چې خوږې او غوړې ښې په ډول پخېږي. په وردگو كې ډېر لږ خلك د اقتصادي كمزورتيا له امله د غلمينۍ (ګندمي) ډوډۍ په څنگ كې گډلې (گډوله) دوډۍ هم پخوي. په گډوله ډوډۍ كې غنم يا بآقلي (دوې حصې غنم، يوه حصه باقلي يا نيم، نيم غنم يا نسك(پخوانى تركيب) سره گډېږي). د شاخلو ډوډۍ نه پخېږي او يوازې څارويو ته وراچول كېږي؛ خو دلته د طعنې په ډول د شاخلو غونډاري ياده شوې ده.
[142] ټپس- يو لوى ښكاري مارغه دى چې ځمكې ته راكښته كېږي او چرگوړي تښتوي. د ټپس غټ ډول ته تجير يا كجير ويل كېږي.
[143] كارته- كښته.
[144] چاودينكه: په وردگو كې دوه ماناوې لري:
الف – هغه ښځه چې بې نظافته وي او يا يې لاس او پښې چاودې وي.
ب – هغه ښځه چې په عمر پخه او په بييه (ونه، قد) ډېره ټېټه وي. دې ډول ښځو ته لويشتينكه (يعنې يوه لوېشت) يا كترينكه (قطره، كتره) يعنې ډېره كوچنۍ او خورد جثه هم وېل كېږي.
[145] د ناوې كوم نژدې خپلوان چې مړ وي.
[146] د منگلو بدل:
په كابل كې تركوڼون دي راولم به يې
د شاعزيز سر مې لوى دى په تراشم به يې
(ولسي پوهه، ص 54).
[147] خستل- اخستل.
[148] كپن- كفن
[149] لياز- لحاظ
[150] زنې بند– رنخ بند: يو نرى سپين ټوكر دى چې د مړي زنه پرې تړل كېږي.
[151] يخچك- لخچك: كنگل شوې واوره يا اوبه چې ماشومان پرې ښوېږي.
[152] ماتووا- ماتولو
[153] لمده- لنده
[154] تو- تف  - د لاړوغورځول.
[155] تيه- تهيه
[156] سيره- سيورى
[157] كه چېرې د ناوې پلارگنۍ د خيښۍ په جريان كې له خپلو نويو خيښانو سره ښه چلند نه وي كړي پر هغوى يې بابيړۍ كړي وي يا دى ورته نورې چارې، دا بيت ورته وېل كېږي.
[158] خذمت - خدمت
[159] لايك- لايق - وړ
[160] سي- سبوس
[161] د كوچيانو بدل:
موږ ته كنځا مه كئ خداى مو نيك آوازې كه
موږ سره (پلانۍ) ده، خداى مو په بدنامې كه
*
په نيمو شپو سر تور ملنگ راغلى ده
(...) مې د څوكۍ جار، باچا بللې ده
E
د موږ خورې ورځه سالو سر داره سې
(پلانۍ) دې خس بنه ته يې واكداره شې
يا: (...) دې چلمچي، ته يې باداره سې
*
اوښه وخورې دا لوى ورنونه
په شا دې وېوړې، بې موره لوڼې
يا: په شا دې وېوړې، بې پلاره لوڼه
*
د اوښ له پايه ولوېدې رسيه
په كوم لورې يې وېوړې پرديسيه
*
(پلانۍ) مې راوستلې ده
ما تا ته دربښلې ده، د ما ورور په تي رودلې ده
*
ناوې د كجاوو سرو ته وخته
(...) ته كپن گز كئ ساه يې وخته
*
پورې په ژۍ دوه اوښان راوخاته
ښه څې له (...) مې لاس راوخاته
*
(پلانيه) وكه د سرو اوښو خيراتونه
څې راخلاص سوې د (...) له جنجالو نه
يا: څې راخلاص سوې د (....) له مينتو نه
*
دا بدلې لكه چې ناوې ته په خطاب كې ويل كېږي:
وو د پرنگي لورې د ډولو په زور مې راوړې
وو د پرنگي لورې د مېړو په زور مې راوړې
*
سپينې ناوكۍ څې كوډې ونه كې
(...) زموږه خپل څه ور په خوله نه كې
يا: (...) زموږه خپل څې بېلتون ونه كې
(كوچيانۍ پانگه... ص 123 – 124).
[162] تې- ترې
[163] ځوز، يو نامتو بوټى دى چې اغزي لري او اوښان يې خوري. يو متل دى چې وايي: اوښ چې درانده بارونه وړي خوراك يې ځوز دى.
[164] سدكه – صدقه
[165] ډولۍ هغه چا ته وېل كېږي چې ځان ډېر سينگاروي.
[166] ارجايي- هر جايي- ارجل- گډوډ خلك.
[167] اورته- ماندينه- مېرمن- ښځه
[168] كوټه- قلب- تقلبي- چپه- ناچل
[169] بوده- چارپاى- حيوان.
[170] كه - لكه
[171] وې - وېل
[172] د كوچيانو بدل:
څو مې درته ويل څې زېړه غوا په جلگو مه راوله
څو مې درته ويل څې دا (پلانۍ) بېشرمه مه راوله
(كوچيانۍ پانگه، ص 78).
[173] تزبې - تسبيح
[174] د سپږي چوچيان
[175] ډنډر - ساقه
[176] وودل - اوبدل
[177] جر - جار
[178] للولې- حلالولې
[179] كدم- قدم
[180] كلم- قلم
[181] كدو ډوله
[182] چومجى- چينجى
[183] ناپويه- ناپوهه
[184] كته - پالان
[185] ورسه- ورسره.
[186] خى كول د اوښانو كيناستلو يا په گونډو كولو ته وېل كېږي.
[187] بوغبند – رخت خواب، د بړستنو او توشكو د ټړلو څادر.
[188] ولې دلته د ريښې مانا لري. استاد حبيب الله رفيع وايي چې (ولي) په پښتو كې 33 ماناوې لري چې ځنې يې دا دي:
ولي- د ولايت خاوند، ستانه.
ولي- د نكاح پلار
ولي- د يتيم سرپرست.
ولى- (د سړي په وزن) اوږه- شانه
ولئ- (د كرتۍ په وزن) بوځي، لكه څاروي ولئ
ولې- وله، ريښه.
ولې- د پوښتني له پاره لكه ته ولې راغلې؟
ولې- ذوب كېدل لكه غوړي ولې كړئ!
ولي- (د ولي جمع) دواړه اوږې، هر دو شانه.
ولي- (د شاغلي په وزن) د زدن يا وهلو په مانا. لكه احمد محمود په كاڼو يا مچنوغزه ولي.
ولي- د وېشتلو په مانا لكه دوى دواړه ټوپك ولي.
[189] لنډۍ- سپين سترګې اوبې شرم سړى ته ويل كېږي.
[190] ووړكى – وړكي، تنكي هلكان- تنكي ځوانان.
[191]  بې يكل- بې عقل.
[192] تياره د چاغې او غوښورې په مانا.
[193] لرى - شكمبه
[194] مخته- آموخته.
[195] دعوى
[196] تاوان. دا سندره مخصوصاً هغه وخت ويله كېږي چې پيغله كوم زاړه سړي ته واده كېږي.
[197] نرګتۍ: هغه جگه، نرۍ ښځه چې د خپلې بڼې له مخې نارينه ته ورته وي او مناسب ښځينه انداز و نه لري.
[198]  اله چه- يو ډول ټوكر
[199] د ځاى نوم مثلاً كابل، مشهد، هرات. د پوښ د خرابوالي پيغور په دې سندره كې انځور شوى دى.
[200] له هغه ځايه چې په وردگو كې د واده لگښتونه ډېر درانه دي. زومان اكثرا د خپلې ښځې د واده د لگښتونو د پيدا كولو په نيت نورو ملكونو ته ځي. په دې بدله كې د هغه ټوكر نوم يادېږي چې زومان يې له دې ملكونو څخه راوړي.
[201] بادوريه – د واورې زورور طوفان. په دې حالت كې باد واوره له هسكو او اوارو ځايو څخه پورته كوي او ټېټو ځايو ته يې وړي، لارې بندوي او په تگ راتگ كې ستونزې پېښوي.
[202] د كډې جمع
[203] - پيرنگى- فرنگى- انگريز
[204] د كوچيانو بدلې:
خداى دې وه پلانيه په لار څرنگه راتلې
(پلانۍ) څې درسره وه، ته لا نه پې شرمېدې
*
خېښې څې ته راتلې لكه گل وځلېدې
څې جاى د ريښتيا راغى لكه سپۍ وغپېدې
*
خېښې څې ته راتلې څره خوشاله وې
لستوڼي گډوې د اوړكو ياره وې
*
(پلانۍ) چې ته راتلې لكه زر وځلېدې
څې جاى د رښتيا راغى، لكه خره وسونگېدې
*
(پلانۍ) څې ته راتلې- ته خو خداى وشرمولې
يو موټى زنغوزي سوي، دا (....) و شپېلولې
*
د (پلانۍ) دې څه بلا ده سر يې پك كونه خوسا ده
(پلانۍ) دغې (...) په كراسته، زه يې پاس په تندي ناسته
*
(پلانۍ) لا څه سړۍ ده، سر يې سپين خوله يې كوړۍ ده
دې موږ سپې يې ونه خوري، راته ښكاري سورلنډۍ ده
*
د (...) بلا په ما كې
له نامه كته يې د تا كې
*
څوك ده نوم يې زده كئ
په ځله كې يې وېده كئ               (... خان) مې ورايله  كئ
يا:  په شپاله كې يې ويده كې        ټول شپانه مې ورايله كې  E
يا: په وټه كې يې ويده كئ            لېربنو ته ورناره كئ
*
   د موږ ناوې چې زاړي گرمه نه ده
   (پلانۍ) يې له اتو بنو نه گنده ده
يا: (پلالۍ) له دروېزې راغلې نه ده
يا: (...) دي څه ليدلي ناديده ده
يا: (...) د ټولو خلكو مسخره ده
يا: (...) د نرو ښځو مسخره ده
يا: (...) د ولسونو مسخره ده
*
    د موږ ناوې څې زاړي په وئ وئ باندې
    وئ وئ يې د (...) په مركنډۍ باندې
*
    ناوې سترگې مې سرې ډېر يې زړلي دي
    بيگا يې چونگړيان په خوب ليدلي دي
يا: بېگا يې دروزيرگر په خوب ليدلي دي
يا: بېگا يې موسليان په خوب ليدلي دي
*
مه زاړه ناوۍ زړا دې گرانه ده
له تا د (...) مرگۍ آسانه ده
*
ورا راغله پړي پري
څوك شپانه څوك ژرنده گړي
يا: څوك چونگښې څوك كربوړي(كوچيانۍ پانگه، ص 96)
د تڼيو بدل:
مړۍ كمه كمه خورئ، مړۍ كمه كمه خورئ
د (...) جوسه مې كمه، غول به چېرته تلوي (تويوي).
[205] خوانى – خان- خانزاده
[206] ته- تر
[207] وېر - هېر
[208] د كوچيانو بدل:
د ورا سر تر كلي تېر سه
(...) ته داسې وايه، د (...) سلام دې هېر سه
(كوچيانۍ پانگه، ص 119).
[209]چى- چاى
[210] كيزه- قيزه
[211] په وردگو كې ډېر لږ كسان آس ساتي له همدې امله كله چې په يو كور كې واده وي د ناوې د راوړلو له پاره د كوم خان يا ملك يا بل چا اس غواړي. اوس د زوم نومونه يادېږي.
[212] - ببر غږ يعنې لوړ اواز.
[213] تماشې- نندارې، خو دلته د اس د لوبو مانا لري.
[214] پوزه– پزه
[215] درومي – ځي
[216] سراى- كور – حويلي.
[217] د كوچيانو بدلې:
سره لمن مې زنگ سوه له پلوه لاندې
يا: سره لمن مې زنگ سوه له پڼو لاندې
د (...) كره ورځمه په څه نخرو باندې
يا: د (...) كره ورځم په دريابو باندې
*
څه سپينه سپوږۍ ده څې په ړنگ بزار كې تلې
جغرۍ پڼې دې پښو وې د (...) كره ورتلې
يا: څره خيالۍ ورځ وه څې (...) كره ورتلې
*
مشكڼي لمر- لمر وي ميدان يې ښكلې ده
ميدان مې د (...) څڼيو نيولى ده
*
پيلوترې د ميدان په جاى جوړېږي
ميدان مې له (...) سره جوړېږي
*
ما ته سې وگۍ شرنگهار دې راځي
د (...) همزولي ډېر دي سهر باد به راځي
(كوچيانۍ پانگه، ص 76).
[218] يو سپك نوم لكه دووس، خنزير، گوره...
[219] د ناوې د خپلوانو (پلار گنۍ يا ماما خېلو) د نامه يادول.
(كوچيانۍ پانگه، ص 78-79).
[220] يو ډول نازكه لنگۍ.
[221] د منگلو بدل:
سپينې بلخانې لوړ يې برجونه
وشمېره بټوۍ ډېر دې لېورونه
يا: وشمېره خولۍ ډېر دي لېورنه
يا: وشمېره خولۍ ډېرې دي ستا يوڼه
بټوه. حيبي بكس. خلك په بتوه كې پيسې ساتي. په پكتيا كې پېغلې د نورو سوغاتونو تر څنگ ښايسته بتوې هم جوړه چې د واده په روځ په مېلمنو وېشل كېږي.
[222] - مښام – ماښام – نماز شام.
[223] وا - و
[224] مهمله كلمه.
[225]  ټوك – د ډوډۍ ټوټه
[226]  وكا- وكړئ.
[227]  پخوا به ډېر وردگ ځوانان او حتى پاخه او زاړه خلك د ژمي په وخت كې د كار له پاره (پاكستان) ته تلل او هورې به يې غريبي كوله، له هغه ځايه چې ځينو كسانو د همغه ځاى په پېسو ودونه كول په دې سندره كې ځكه د كلدارې كلمه استعمال شوې ده.
[228] د كوچيانو بدلې:
ناويه زاړه زاړه پرديسۍ به سې
(...) كره څې ورسې، د لېوره د لاس بندۍ به سې
يا: (...) كره څې ورسې، لېونۍ به سې
*
څه سپينه سپوږمۍ ده تروږمۍ به سي
څه د خيال جلكۍ ده، پردېسۍ په سي
يا: د (..) يوه لوركۍ ده، پردېسۍ به سي
*
مه زاړه ناويه د مښام زړا اوبال ده
د تا پلار په كوران لو وړي، د ما كور په تا حرام ده
*
زاړه- زاړه نازكې نازولې
پلار دې په سترگو ړوند سه، د سرو پاندرو مېرمنې يې كړې
*
(پلانيه) تا خو ويل څې لور مې كمه ده
دا كمه لور دې لا په زړه مكمه ده
*
د موږ ناوې بې شرمه موږ ته نه ژاړي
يا: د موږ ناوې مكمه موږ ته نه زاړي
(...) د تيږې شغ سي، نو به ښه زاړي
يا: (...) لغتې وخوري، نو به ښه زاړي
(كوچياني پانگه، ص 91).
[229] - پورګنى – په پوراخستل شوى.
[230] بېيه: ونه – قد- قامت.
[231] پصل – فصل – د زراعتي ځمكو په مانا.
[232] د كوچيانو بدلې:
اوړه به لمدوي بران به اوري
(...) به ته له ډاره اكا بولي
يا (...) به ته له ډاره ادې بولې
*
ناوې كراره كورمه ده خوبونه كي
سبا به د (...) كره كارونه كي
*
ناويه زړه دې څره مردانه ده
(پلانۍ ) دې له اتو بنو گنده ده
*
ولور دې په كروړو- كروړو ټولېږي
جوسه دې د زړې راته ښكارېږي
يا: څرمن دې د زړې راته ښكارېږي
يا: څېره دې د زړې راته ښكارېږي
يا: اورمېږ دې ليونې راته ښكارېږي
*
د موږ د خورۍ څومره دم دمه ده
په دې د (... خان) غاړه اوږده ده.
(كوچيانۍ پانگه، ص 92).
[233] مور – مهر.
[234] مېيين- ميده
[235] را كا - راكړي
[236] زنگو - زانگو
[237] دامان: د غره لمنه
[238] - كبل- كوبول- قبول.
[239]- خومدا- خو همدا
[240] د ځمكې هغه ټوټه چې بېخ يې د سيند اوبه وهلي او د نړېدو په حال كې وي.
[241] لوور – لاهور.
[242] ويل كېږي چې د منگلو او نورو پكتياوالو اتڼ ډېر ښكلى او په زړه پورې وي. د ښاغي علي محمد منگل په وينا ځوانان د اتڼ په ميدان كې نيم يوې خوا ته او نيم بلې خوا ته ودرېږي. د هرې ډلې ځوانان لاسونه سره وركړي، دوى كړۍ جوړوي، ډولــونــه  E وهل كېږي او شپېلۍ د زړونو زنگونه باسي. په دې خوشاله شېبو كې ځوانان بدلې بولي، ورو- ورو وړاندې او وروسته ځي او ځانونه مست اتڼ ته چمتو كوي. د دوى د دې وخت ځنې بدلې داسې دي:
شنه- شنه دې خالونه                  خيولى (خيالي) اوربل دې جوړ كۍ ولونه- ولونه
ټگې ليلو ټگې                           ړستونى (لستوڼي) روكوي لوس (لاس) پكې نشته
جلكۍ كږه وږه شوه                   توويز (تاويز) يې د نامه غوټۍ وهينه
(فولكلوري گېډۍ ، 199- 200).
[243] يو ست- يو ساعت
[244]- اوږۍ – د زرو هغه پسول دى چې د مياشتې بڼه لري. له سپينو زرو څخه جوړېږي او په غاړه كې اچول كېږي.
[245] وچولى - ټنډه
[246] كمكو – كمكى، دلته د ناوې په مانا.
[247] له ښكته نه.
[248]  كلات – قلات – د زابل ولايت مركز
[249] پكير- فقير.
[250] لامده - لانده
[251]  كوبول- قبول
[252] كښېده د ستنې په وسيله د لاسي كارونو ګلونو ته وېل كېږي. له هغه ځايه چې ډېرې پښتنې كليوالې ښځې د خپل كميس لمنې هم په ستن جوړوي او په ګلونو يې ښكلوي په دغه بيت كې دې لمنو ته اشاره شوې ده.
[253] شاباسې- آفرين
[254].ګلميخۍ مدور جامې شكل لري. وړې – وړې وي او بندونه پرې اېښودل كېږي. پښتنې ښځې يې اكثره د كميس په لستوڼيو او د كميس په ځينو نورو ځايونو گنډي. ګلميخۍ عموماً له سپينو زرو څخه جوړېږي.
[254] چكن د ښځو په لمن د ورېښمو ښكلي لاس كار ته چكن وايي. دا كار به پخوا د نارينه ؤ په پوستين هم كېده.
[255] غوبل- كله چې غنم د ميدولو  له پاره تر څپر ووتل يعنې د غنمو وږي او واښه سره بېل شول په غنمو باندې د غوايانو غوبل تړل كېږي. په غوبل كې پنځه – شپږ حتى اووه – اته غوايه څنګ په څنګ تړل كېږي او پر غنمو ګرداګرد راڅرخي او د خپلو پښو په زور غنم له وږيو څخه بېلوي. اوس چې د وچكاليو له امله شنه واښه كم شوي او د غوايانو ساتل گران پربوزي، خلك تراكتور په كرايه نيسي او په درمند يې گرځوي. په دې بيت كې د پېغلو نجونو زور ته اشاره شوې چې غوبل به يې جوړ كړم او خپل غنم به پرې وپاشم.
[256] چټه – ځوانه او پېغله جلۍ
[257] نمونځ- لمونځ
[258] كزا- قضا.
[259] كاپېر- كافر، نا مسلمان.
[260] يو ډول بوټى چې ژر اور اخلي.
[261] كېڅۍ- د كارتوسو چانټه.
[262] ماتل- معطل.
[263] شګه: د وردگو د سيد آباد ولسوالۍ د شنيز درى، د ګوربت د غره په لمن كې يوه كوچنۍ دښته.
[264] د ناوې په ځاى د ويندري او نگوركۍ يا نگورې(نږوركۍ) كلمې هم راځي.
[265] جېلب – جلب – جلو.
[266] سترګې مو.
[267] رتېر- راتېر
[268] د كوچيانو بدل:
اوښې غړغړې كړې مزل لرې دى
(...) ته ناوۍ وركړئ كور يې لرې دى
د غزني او كلات تر مينځ د سيمو بدلې:
سره سوه سره غرمه سوه            ناوۍ زېړه زرغونه سوه
كه نن مو دلته شپه سوه                              نو د خېښ مېنه سپېره سوه
(پښتانه كوچيان،  ص 14).
[269] سخته او شديده تنده او ښايي له شولو سره چې ډېرو اوبو ته اړه لري ارتباط ولري.
[270] ټكيالي يو راز مخصوصه ښځينه خالخالي لونګۍ ده.
[271] نمر – لمر او هم د ملكانو پر ځاى د خانانو – ځوانانو او داسې نورې كلمې راتلى شي.
[272] د كوچيانو بدلې:
راووزه له دې ړنگې كوډه گيه
(...) كره به كېنې په غاليه
*
ناويه پنده واخله كدم كېږده
له ورور گل سره دې كړې چارې پرېږده
(كوچيانۍ پانگه، ص 112).
[273] مير- مشر- سرلارى..
[274] - دم- دا هم
[275] - ويه- وهه.
[276] - سييي- صحيح- نشاني.
[277] مساپر – مسافر.
[278] د كوچيانو بدلې:
كېږدۍ دې ړنگوم كمچي وړامه
(پلانيه) په تا گرانه لور دې وړمه
*
ناويه پښې دې ټينگې په ځنځير كه
د (...) كره ورځې زړگى سنگين كه
[279] - ښايي د موټر له جنګلې نه مطلب وي.
[280] د منگلو بدل:
پورې ورې غر دى دړې وړې
موږ به خپله ناوې يوسو تاسو به پنډ شئ كه گېدړې
(ولسي پوهه، ص 55)
د كوچيانو بدلې:
گوگړ په پېښور اور يې بلېږي
(...) په بل وطن لور يې ودېږي
يا: (...) په بل ځاى خور يې ودېږي
( كوچيانۍ پانگه، ص 92).
[281] زېوټى – ضعف.
[282] - بوخڅه – بقچه.
[283] د پلار ...  يا داسې نور.
[284] د منگلو بدل:
ښه يې خورې! ښه يې خورې! تر شنو ونو مې تېره كړې
(...) دې په ولور شو ته يې هېره كړې
(ولسي پوهه، ص53).
[285]  تياره- طياره- الوتكه
[286] كندار - كندهار
[287] مايي – ماهي.
[288] په وردګو كې نه يوازې د زوم وروڼه د ناوې ليورونه بلل كېږي، بلكې د زوم د اكا زامن او نور تربرونه هم د ناوې ليورونه بلل كېږي.
[289] د غزني ولايت په مربوطاتو كې يوه سيمه.
[290] - سيلۍ د وردگو په فولكلوري كيسو كې هغه پټ ښځينه موجودات دي چې اكثراً مثبت رولونه لوبوي. د يو، ښاپېرۍ، پاچا، ښمار(ښامار- شامار يا اژدهار) د دې كيسو نور اتلان دي.
[291] - پياز خرڅونكى.
[292] خمتمه- خام طماع
[293] ستوري مو: د يوې فولكوري عقيدې له مخې د شپې په اسمان كې د هر ستوري حركت او بيا وركېدل په ځمكه كې د يو چا د مرگ علامه ده. په دې سندره كې د ستوري لوېدل د ناوې د پلارګنۍ له مرګ سره انډول بلل شوې، په تېره چې په دوهم بند كې يې د چپاو او بريد موضوع هم ياده شوې ده.
[294] مخم- مخ مو.
[295] ملكان، ښه خانان، ځوانان يا داسې ورته نومونه.
[296] راپرېږده.
[297] توپچي- ښكاري.
[298] د كوچيانو بدلې:
ادكې مورې مزى د زرغون ده
شيرينې خورې وخت د بېلتون ده
*
د كور سر ولې نړېږي
د (...) يوه لوركۍ ده، د زړه سر يې ويرانېږي
يا: د (...) يوه لوركۍ ده، شا يې ورته كړه سپرېږي
يا: دا خيالي مېرمن يې نسته، اوس به څوك ورولاړېږي
*
اوښ چوگانډو ويلي
تر څو به پورته نه سي څې يې ناوې نه وي وړې
*
E
مېيين مزى د تا ده د لمنې
(...) لېور د تا ده بختورې
يا (...) لېور د تا ده بختورې
يا(...) لېور د تا ده كبرجنې
*
په مخ د تمبلي پې پنده مه اوسې
تر مخ د (... خان) پې ښايسته اوسې
*
څڼې د چوټې كړې سيلاني سولې
ښه څې د (...) له مخ رهي سولې
*
مرزايي كدم راواخله نرۍ لار تېره ده
د (...) لايكه نه وې حوكم (حكم) خداى كړى ده
يا: د ميدان لايكه نه وې حوكم خداى كړى ده
*
ښه څې خپلو نه كړې موږه وكړې
(...) درته وېلاړ، موږه سپره كړې
يا: (...) درته وېلاړ، (...) سپره كړې
*
ناوۍ ولې اسويلي كړي
سپين ږيري پلار دې راغى، د هغه زړه به نرى كړې
(كوچيانۍ پانگه، ص 118-119).
منى- د وردگو خلك (منى) د مني (خزان) په موسم كې جوړوي. منى په تار كې د مندكو (د بادامو يا زردالو خستې) پېيلو ته وايي. كله چې د ونو مېوې ټولې شي، ښځې د مېوو مندكې ماتوې او بيا يې د ستنې او تار په مرسته پېيي. ځنې ښځې ډېر ښايسته مني جوړوي او بيا يې په ژميو كې په خپله خوري(مطلب ټوله كورنۍ) او يا يې خپلو خپلوانو ته سوغات وركوي.
[300] - د كوچيانو بدلې:
اوږدې سوې د كرمان غاړې اوږدې سوې
ادكې روخست (رخصت) وركه، لارې دوې سوې
يا: لوركۍ ته روخست وركه لارې دوې سوې
*
(پلانيه) لوركۍ تا وركړه بنديه
له (...) نه يې بيا مه غاړه پرديه
يا: له (...) نه يې بيا مه غاړه زنديه
*
خداې دې وه ناوۍ كه به اورونه لگوې
تا به خداى ساتي، دا (...) ولې زړوې
*
له كوره نه تلې ولې ولاړې
څې موركۍ دې در په زړه سي وبه زاړې
يا: څې پلار گل دې در په زړه سي وبه زاړې
*
يوه مڼه پخه سوه بله زېړه زرغونه سوه
د (...) يوه لوركۍ وه، شا يې ورته كړه سپره سوه
(كوچيانۍ پانگه، ص 115- 116).
[301] تلې- د اسمان څو منظم ستوري دي چې په خپل موقعيت يې يو محدب شكل چې تلې ته ورته والى لري منيځ ته راوستلى دى.
[302] - پريونې – پروين – ثريا- د ستوريو يوه مجموعه ده چې په فلكوري وخت پېژندنه كې د شپې او سهار وختونه پرې ټاكل كېږي.
[303] - ټكله- ټيكله- مړۍ- ډوډۍ
[304]- كل- خرېيلې- تراشېده. په وردگو كې كله چې يو څوك پړ يا گرم وبلل شو، نو خلك ورته وايي چې ايره (ږيره) دې كله شه، د دې خبرې مانا دا ده چې ږېره دې د جرگې يا مشرانو د پرېكړې له مخې په زور او د ډم په لاس وخرېل شه!
[305] - خا – خوا- لورى- طرف.
[306] گزبره- كوم ډول ټوكر يا مهمله كلمه.
[307] خستل – اخستل.
[308] كټوګى – كمكى كټو
[309] د كوچيانو بدل:
جوگي ته ناوۍ جوړه كړئ جوگى ولې نه راځي
د جوگي مې بنگړي نشته جوگى ولې نه راځي
*
خداى دې وه (پلانيه) په غره كې غركى مه كه
راسه او (پلانيه) دا د لور عزت دې وكه
(پشتانه كوچيان، ص 165).
[310] د غزني او كلات تر مينځ د سيمو بدلې:
سر دې لكه څلي         مرغۍ دې لكه خلي
دونه سور دې كښلي    ته وا سور كور دې راوړى
(د پښتنو دودونه، ص 24).
[311] كدم – قدم.
[312] - د كلي نوم.
[313] د كوچيانو بدلې:  E
سور اوښ په زيو- زيو سر يې زنگنو ته ځي
(...) ته داسې وايه څې لور دې سرو لمبو ته ځي
(كوچيانۍ پانگه، ص 119)
[314] ولوېدا – ولوېده.
[315] - ګييه – كښته.
[316] - پرينګى- پرنګى – فرنګى- انګريز- انګليس او دا هم د سندرې د دوهم بند بله بڼه:
[317] رغليې- رارسېدلې- راغلي.
[318]  ځينې وخت داسې پېښېږي چې يوه بدل په لږ تغير د دوه – دريو وختونو له پاره ويله كېږي لكه دا بدل د (رغليې) په صورت كې هغه وخت وېل كېږي چې ناوې د خسر كور ته رارسيدلي وي. اوس كه چېرې دا كلمه په (راغله) او (راغلې) واړول شي بدل بالترتيب د ناوې د وړلو سره جوخت په لاره او كلا (قلعه) كې ويله كېږي.
[319] - نار- اتش. غالباً د ګل د غوړېدو په مانا.
[320] كوزييه – ښكته كېږه.
[321] اوال – احوال.
[322] زورې – زېرى – مژده.
[323] نكام- ناكام- مجبوريت
او دا هم د كوچيانو بدلې:
د اوښ په شا ټوكرۍ يې څې ويده نه سې
وه د دووس لورې څې كږه نه سې
[324] دو- دغه.
[325] كيوتې – ونښتې.
[326] په دوهم بند كې د رچې په عوض د سپږې او كنيې كلمې هم راځي. (كنيه- يو سپين رنگى كمكى ژوى چې په وېښتو كې ژوند كوي)
[327] د كوچيانو بدل:
د اوښ په شا ټكورۍ ده څې ويده نه سې
وا د دوس لورې څې كږه نه سې
*
ناوې ترسيرى به دې ځنځير كمه
ناوۍ دا  (...) به دې زامين (ضامن) كمه
(كوچيانۍ پانگه ص، 121)
[328] ست- ساعت.
[329] جرګه- دلته د هديرې او زيارت په مانا.
[330] د كوچيانو بدلې:
گومل راغى پورې اورې
موږه داسې ناوې راوړه، خورې راسه كه يې گورې
يا: موږه داسې ناوې راوړه، بې رنجو يې سترگې تورې
*
باران اوري ترخې څاڅي
موږه داسې ناوې راوړه، څې له گوتو يې زر څاڅي
يا: موږه داسې ناوې راوړه، له لسټونو يې زر څاڅي
يا: موږه داسې ناوې راوړه، له لمنې يې زر څاڅي.
1- ژوره- كنده- ژور ځاى
[332] - خوړل د مرگ مانا لري. مثلاً يوه ښځه وايي ځان دې وخورم يعنى مړه دې شم.
[333] - ميچن – دستاس.