"د افغانستان نومهالي ادبیات"

وګړنی ادب (لومړۍ برخه) - لـــــــــــــــــــــــــنډۍ

ویشنه: وګړنی ادب




لیکوال : انجنیر عبدالقادر مسعود 



                                                                                           سریزه



ارواښاد علامه محمود طرزي وایي: 

 «یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتې کیږي... »

دا رښتیا ده چې ژبه او ادب د هر ملت لویه شتمني ده، او ډیرګټور او ارزښتمن میراث دی. خلک د ژبې او ادب له لارې خپل عقاید، افکار، عواطف او انساني احساسات او خپل پیغامونه بیانوي. نو همدا وجه ده چې باید خلک د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر په توګه لکه یو ګلبڼ ورته همیشنۍ پاملرنه وکړي. دا څرګنده ده چې ژبه د ټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، او د انسانانو تر منځ د خبرو کولو، د پوهولو او راپوهولو یا افهام او تفهیم وسیله ده.

پښتو ژبه د درنو پښتنو یوه لرغونې او تاریخي ژبه ده. له نیکه مرغه زموږ د هیواد عالمان، پوهان، مشران او نامتو لیکوال، ادیبان او شاعران له پښتو ژبې سره ژوره مینه لري او د دې ژبې له لارې یې ډېر ګټور، مهم، ارزښتمن او اغیزمن اثار کښلي دي.

پښتو ادب او د پښتو ادبیاتو تاریخ ډیر اوچت او لوړ پوړۍ او مقام لري او له دوو برخو څخه جوړ دی: لومړۍ برخه یې شفاهي یا نا لیکلي ادبیات یا ولسي ادب (فولکلور) دی. دویمه برخه یې لیکلي او یا تحریري ادبیات دي چې ویونکي یې معلوم وي. شفاهي ادبیات د هر ولس او ټولنې او ملت په ادبي تاریخ کې ستره او ارزښتمنه ونډه لري. د پښتو ولسي او ژبني ادب ډیر بډای دی او د پښتو ادب لویه زیرمه جوړوي.په پښتو ادبیاتو کې شفاهي، ولسي ادبیات او فولکلور د ټولنیز، ملي، پښتني او ولسي ژوند غوره، سپېڅلې او بډایه پانګه او د پشتنو د کلیوالي، عیني او رښتیني ژوندو وژواک رڼه، روښانه او ځلندویه هېنداره ده، چې په دې هېنداره کې د خلکو بېلابېل اندونه، معیارونه، دودونه، آرونه، باورونه، ملي ارزښتونه او د ټولنیز ژوند ټولې خواوې پکې څرګندېږي او په پښتني ادبیات کې  ډیر ارزښت لري، او یو لامل یې دا دی چې شفاهي ادبیات د پښتو ژبې او ادب لرغونۍ او تاریخي قدامت څرګندوي.

لنډه دا چې د پښتو ژبې اصلي جوهر، معنوي ارزښت، لوړتیا او پانګه په شفاهي ادبیاتو کې نغښتی دی. د پښتنو د ټولنیز، ملي، سیاسي، اقتصادي، مذهبي، جغرافیایي او فرهنګي ژوند ټول اړخونه د شفاهي ادبیاتو په بېلابېلو ډولونو کې انځور شوې دي، او دا ادبیات د ولس له خوا په شفاهي ډول رامنځته شوي چې له یو نسل څخه بل نسل ته سینه په سینه لېږدول شوي او بېلابېلې برخې او ډولونه لري. د بیلګې په توګه:

د اټن نارې، کاکړۍ غاړې، د شینخاليو غاړې، غړانگې، لوبې، نیمکۍ، لنډۍ، لنډکۍ، بدلې، چاربیتې، د واده، ټنگ ټکور  او داسې نورو ښاديو اړوندې  بابولالې، مقامونه، سروکې ، نارې ياغږونه... همداسې د خلکو د خولو نه پاتی شوې او له یوې خولې نه بلې خولې ته لېږدول شوي منثور اثار لکه: متلونه، لنډې کیسې، اساطیرې افسانې، غیر مهذبه کومیډي کیسې، تمثیلي متلونه، چیستانونه، د کوشنيانو او ورسره  ميندو خويندو خبرې او پخپله د کوشنيانو ځانگړې پخې پخې زړه راکښونې خپلمنځي يا له غټانو سره  پخې، طنزيه او ادبي خبرې! او همداسې نور... 

  استاد محمد صدیق روهي په خپل یو اثر کې د (فولکلور پېژندنه) په نوم د فولکلور په تړاو داسې وايي:

«.... د فولکلور کلمه د لومړي ځل لپاره د یوه انګریز له خوا په انګریزي متن کې استعمال شوې ده نو له همدې امله، فولکلور انګریزي کلمه ده. د فولکلور

لغت له دوو توکونو څخه جوړ شوی دی: (فولک) د خلکو په مانا دی او (لور) پوهې او حکمت(Folklore)

ته ویل کیږي. په دې اساس فولکلور د خلکو د پوهې په مانا راځي.

د فولکلور اصطلاحي مانا: د فولکلور په تعریف کې اساسي مقولې دا دي: لرغونی، عوام او عنعنه. د دغو درو مقولو له اورګانیک ترکیب څخه داسې تعریف لاس ته راځي: فولکلور د عوامو خلکو هغو عنعنو ته ویل کیږي، چې د لرغونو زمانو څخه راپاتی شوی او د اوسني وخت له متداولو پوهنو، عقایدو او چلن بیلګو سره یو څه توپیر لري...»

د ادب او فرهنګ ګرانو او درنو مینه والو! هغه ژوره مینه او لېوالتیا چې زه له پښتنو، پښتو ژبې، ادب او فرهنګ سره لرم، له ډیرې مودې راهیسې د پښتو ژبې او ادب د پرمختیا او پراختیا په بېلابېلو برخو کې بوخت یم او په دې تړاو مې ډیر په زړه پوري او خوندور، ګټور او ارزښتمن اثار لوستلې دي. له نیکه مرغه زما د چاپ شویوو اثار تر څنګ دا دی اوس تاسو د ادب درنو مینه والو ته زما نوی اثر (وګړنی ادب) ستاسو مخې ته ږدم.

په پښتو درنې او لرغونې ژبه کې، شفاهي او ولسي ادب(فولکلور) هغه لویه او ارزښتناکه پانګه، ملي شتمني او بډایه زیرمه ده، چې د ټولنیز ژوندو ژواک ټول اړخونه او بېلابېل ډولونه انځوروي.

ما په دې اثر کې د شفاهي ادب په دوو برخو کې، لنډیو او متلونو په تړاو خپل اندونه او لید توګي بیان کړې دي او ګڼ شمېر انتخابي لنډۍ او متلونه مې غوره کړې دي. 

هیله‌ من یم دا اثر لکه د نورو لیکوالو اثار زموږ د پښتو ژبې او ادب پانګه درنه او بډایه کړي او د پښتو ادب بڼ ته  ښکلا او ځلا وروبښي.  

لنډه دا چې په  لنډیو، پښتو متلونو، او غوره  شعرونو  کې داسې پخې، اغیزناکې  او ګټورې خبرې شته، چې  اغیز او ارزښت یې تر یو کتاب هم  زیاتره دی.

دا په زغرده وایم، په دا اثر کې خامخا دلته او هلته رسنیزې، ژبنۍ او ادبي تیروتنې او نیمګړتیاوې شته، له همدې لامله له ټولو څانګپوهیزو(مسلکي) کره کتونکو  او ګرانو لوستونکیو څخه مخکې له مخکې بښنه غواړم!

په پای کې له خپل ګران او ټولمنلي استاد، پوهاند مجاور احمد زیار څخه د زړه له کومې مننه کوم، چې له ټولو څېړنیزو بوختیاوو سره سره یې  د دې اثر په بشپړولو کې خپل اندونه او لید توګي را سره شریک کړې دي.

 د دې ټولګې په ډیکور او دیزاین کې د خپل ګران زوی انجنیر آرین مسعود کارنده او فعاله ونډه ستایم او ترینه مننه کوم.

همداسې له .......... د زړه له کومې مننه کوم چې زما د دې کتاب چاپ ته یې په ورین تندي غاړه کېښوده.

دا جوته خبره ده چې د یو اثر چاپول او چاپ ته چمتو کول، له مادي او معنوي اړخه ډیرې منډې او ترړې غواړي، خو زه هیله‌من یم چې هر پښتون لیکوال، څیړنوال او فرهنګپال تر خپل بریده د خپلې ژبې  په پرمختیا او پراختیا کې خپله کارنده برخه او  ونډه واخلي. هیله‌من یم زما دا کتابګوټی هم د پښتو ژبې د بډاینې او ښکلاېنې یوه برخه وګرځي او ستاسو هېواد والو او د ادب مینوالو ښکلاییز ذوق، ادبي او فرهنګي تنده خړوبه کړي.

په درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادرمسعود



 

                                                           « مسعود »  او د هغه نوې ادبي ډالۍ



« وگړنی ادب » د هغه کتاب نوم دی چې د هڅاند فرهنگيال ښاغلي انجنير عبدالقادر مسعود د کار او زيار له برکته چاپ او خپرېدو ته چمتو شوی دی.

تر دې پخوا هم د ښاغلي مسعود د تاند او هڅاند قلم له برکته يو شمېر ارزښتمن آثار هست شوي او وخت په وخت زموږ با ذوقه هېوادوالو ته وړاندې شوي دي.

د « وگړنی ادب » په نامه، دغه اوسنی کتاب چې د ښاغلي مسعود د کار او زيار بله ارزښتمنه ډالۍ ده، له دوه جلا برخو څخه جوړ شوی دی. لومړۍ برخه، پښتو لنډيو ته ځانگړې شوې، په دويمه برخه کې، پښتو متلونه راغلي دي.

د ښاغلي انجنير « مسعود »  دغه کتاب په خپله ښايسته لمنه کې د پښتو شفاهي ادب ښکلې مرغلرې لوستونکو ته ډالۍ کوي. هغه مرغلرې چې مولف يې د راټولولو او ارزولو ستونزمن کار په پراخه حوصېله او د خپلې ژبې له ادب او فرهنگ سره د بې کچې مينې له برکته پر مخ بيولی دی.

لنډۍ او پښتو متلونه زموږ د ولسي شفاهي ادب هغه شتمنه او ارزښتمنه پانگه ده چې د پېړيو په اوږدو کې سينه په سينه له يوه نسل څخه بل ته لېږدول شوې ده. د دغې ادبې پانگې اصلي او بنسټيز ماخذ کتابتونونه او آرشیفونه نه، بلکې د هېواد په کلیو او بانډو کې د ساده او صميمي وگړو زړونه او ذهنونه دي.

دا تيتې او پاشلې مرغلرې باید وخت په وخت راټولې او ثبتې شې او د هېرېدو او نابودۍ له خطر څخه وژغورلې شي. د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې دننه او بهر د پښتو ادب يو شمېر مینانو، پخوا هم دا کار کړی او اوس هم دا گټورې هڅې روانې دي. د معاصرينو له ډلې څخه چې له نېکه مرغه شمېر یې کم نه دی، د ساري په ډول، ښاغلی عبدالقادر مسعود يادولای شو.

د « وگړني ادب » په پیل کې د کتاب پر منځپانگه د مولف په قلم يوه مفصله او هر اړخيزه سريزه کښل شوې ده چې هم د پښتو لنډيو د ماهيت او څرنگوالي او هم د دغو لنډو ولسي شعرونو د تاريخي او فرهنگي ارزښت په هکله  پکې په زړه پورې او له معلوماتو ډک او شتمن بحث شوی دی.

د سريزې په اوږدو کې د لنډيو په هکله، د هېواد د يو شمېر ادبپوهانو خبرې او ارزونې هم راوړل شوي چې د لنډيو او په پښتو ادب کې د لنډيو ارزښت او اهميت څرگندوي.

له سريزې وروسته په ترتيب سره خوږې او اغېزمنې رزمي او بزمي لنډۍ راغلي دي.

د ښاغلي مولف دا نوښت هم د يادولو وړ دی چې لنډۍ يې په وار سره په حماسي، عاشقانه، ښځينه او نارينه لنډيو، په جلا جلا ډول چمتو کړي دي چې د لوستلو په وخت کې له لوستونکيو سره مرسته کوي چې د خپلې خوښې لنډۍ په آسانۍ سره و مومي، ويې لولي او خوند ترې واخلي.

له لنډيو او پر لنډيو تر پراخ بحث وروسته د متلونو برخه پيلېږي. په دې برخه کې هم تر هرڅه لومړی پر متلونو او  په ټولنيز ژوند کې د متلونو اهميت څېړل شوی او د هغو پر مثبت اغېز هر اړخيزه، اړينې او علمي خبرې شوېدي. ورپسې د  متلونو په اړوند  د يو شمېر پوهانو او فرهنگي شخصيتونو د څرگندونو يادونه شوې او ځای ځای د هغوئ پخې او درنې خبرې راوړل شوې دي.

زه په داسې حال کې چې د ښاغلي عبدالقادر مسعود گټورې فرهنگي هلې ځلې ستايم، د پښتو ادب په گلبڼ کې د دغه ښايسته او رنگين گل د غوړېدو مبارکي ورته وايم او په فرهنگي چارو کې ورته د پراخ زغم او برياليو هڅو هيله کوم.

باور لرم چې دغه گټور اثر به په هېواد کې دننه او بهر زموږ د فرهنگپالو هېوادوالو له پراخ استقبال سره مخامخ شي. او هر څوک به له دې ښکلي گلبڼ څخه د خپلې خوښې خوشبويه گلان راټول او په وږمو به يې خپل ذوقونه خړوب او دماغونه تازه او معطر کړي.

درنښت

کاوون توفاني

۲۲ ـ ۵ ـ ۲۰۲۴

 

 

 

                                                                                                           د هنر، تفکر او تخیل ځوښا




زموږ د تلهڅاند لیکوال او فرهنګپال ملګري، ښاغلي عبدالقادر مسعود دغه نوې و په زړه پورې هڅه اوسمهالي افغان سرګردان، شړل شوي، کډوال شوي او د ځانپېژاند و فرهنګ له بایللو سره مخامخ کول ته ولې مهمه ده؟ ومې غوښتل خپل دغه لنډ یادښت  همدې پوښتنې ته په ځواب موندلو راپیل کړم. 

تاسو به د یوې بډایې راټولوونې مېلمانه شئ، چې دوې بېلې برخې لري؛ 

۱ـ  پر لنډيو شننه او بیا د ګڼو سوچه لنډیو یو غورچاڼ،

۲- پر متلونو شننه او بیا د یو شمېر متلونو رنګینه ټولګه 

 پر لنډیو، متلونو او وجیزو ډېرې خبرې شوې، کتابونه، رسالې او مقالې پرې کښل شوي دي، خو د ټولو خلکو لپاره یې د راټولولو داسې هڅه او په ساده روانه پښتو ورپېژندل او د بېلګو راوړل اوسمهال ځانګړی ارزښت لري. 

افغانان په درېیو تاریخي دورو کې لویې ټولیزې کډوالۍ ته اړ شول، همدا اوس که د نړۍ لومړنۍ لویه دیاسپورا نه وي، نو له لومړنیو لویو دیاسپورا (ټولیزه کډوالي) څخه خامخا ده. افغانان له خپلو ژبو، فرهنګونو او پېژاندونو سره د امریکې له لویې وچې  رانیولې د  استرالیا تر کوشنۍ قارې پورې پر دې خاورینې زمکې ګرد راتاو دي. 

کډوالي هم ستونزې لري هم ښېګڼې، له یوې خوا یې ګڼ افغانان له موډېرن ژوند، تکنولوژي، تولید، کار،  پوهنو، ښاري فرهنګ، پرمختګ او نورو نړیوالو ارزښتونو سره بلد کړل او د لوړو زدکړو لار يې ښځینه وو او نرینه وو ته برابره کړه، خو له بلې خوا یې په جدي توګه د خپلې ژبې، فرهنګ، تاریخ، ملي ارزښتونو، هېواد پېژندنې، فولکلور او وطني تجربو سره د پردیتابه او هېرېدا له ویرې سره مخامخ کړل. د افغان کډوالو لومړی  نسل خو به لا یو څه په خپلو حافظو کې وساتي، خو دویم او درېیم نسل دغه هرڅه له لاسه ورکوي و هیروي یې. 

د خپل فرهنګ، ژبې، ادبیاتو او پېژاند د ساتنې وپالنې لپاره د نورو فرهنګي شتو ترڅنګ موږ اسانه او خوږو متونو ته اړتیا لرو. فولکلوریک ادبیات او لنډې غوره ویناوې د داسې متونو په سر کې راځي. هیندوستان ته سلګونه کاله پخوا د تلليو او هلته پاتې شویو پښتنو یوه تجربه – چې زه ورسره د خپلو سیمه ییزو څېړنو په ترڅ کې مخامخ شوی یم – څرګندوي، چې لنډۍ، غاړې، نارې، سروکي او نور فولکلوریک فورمونه تر سلو کلونو پورې هم نسل تر نسله د خلکو په یاد دي. د راجستان پښتنو پښتو ژبه هېره کړې ده، خو کاکړۍ غاړې و لنډۍ یې لا په یاد دي. په هیندي کشمیر کې تر سرینګر شاوخوا ۲۷- ۳۰ کیلومتره لرې د ګندربل او  کوټلي باغ پښتنو، چې د پینځلسو او شلو زرو کورنیو ترمنځ هلته دېره دي او په کورنو کې لاهم پښتو وايي، د دوی د ښځینه وو ترمنځ د ودونو ځانګړې سندرې او لنډۍ دومره سوچه او ارزښتمنې دي، چې ښايي بیخي د یوې جلا ټولګې په توګه راټولې شي. د دوی لنډیو اورېدو دې پایلې ته ورسولم، چې داسې پاخه ادبي – ولسي فورمونه هم تر ډېرې مودې ژبه ژوندۍ ساتي او هم هویت.  دا بېلګه یې رازده کوي، چې د ښاغلي مسعود د دغه کتاب متن که زموږ بهر میشتي هېوادوال په کور کې ولري، خپلو بچو ته هره ورځ څلور پینځه یا لس لنډۍ ولولي، متلونه ورته قرائت کړي او بیا یې په اړه ورته معلومات ورکړي، له یوې خوا به د کډوالو دویم و درېیم نسل خپله ژبه و فرهنګ په یاد وساتي او له بلې خوا به د کوربه ټولنې په وړاندې ځان کم نه ګڼي. د کډوالۍ یو لوی اروايي زیان دا دی، چې پېغلوټې و زلمکیان د خپل فرهنګ ارزښتونه و نه پېژني او د کوربه فرهنګ په وړاندې له مانیزه پلوه ځان بېوزله وګڼي. 

په اروپايي چاپېریال کې د ښاغلي مسعود دغه هڅه ځکه د ځانګړې مننې او خوښنې وړ ده، چې په دغه بوخت او ځان‌په‌ځان چاپېریال کې هیڅوک د خپلو بچو د روزۍ او پالنې وخت په داسې وړیا، بلکې لګښتي خدمت نه لګوي.

 زه له ډېرو کلونو راهیسې د فرهنګ د ډګر د خدايي خدمتګار ښاغلي مسعود د داسې هڅو شاهد یم، چې د سختې  او شپه و ورځ کاري بوختیا ترڅنګ کله کتابونه لیکي، کله ژورې و مغزنې مرکې کوي، کله په خپل ښکلي غږ کې شعرونه لولي او د متونو په ډيزاین و کره کولو بوخت وي.  د داسې فرهنګي هڅو تر ټولو ښه مننه به دا وي، چې دا کتابونه واخلو او ویې لولو. لویدیځ ‌میشتي افغانان د وطن ‌مېشتو هغو په شان دا پلمه هم نه لري، چې بېوزله و وزګار دي او کتاب اخیستلای نه شي. دوی باید او بیا یې په ټینګار وایم، چې باید! دا پرځان جبري ومني چې د خپلې مورنۍ ژبې کتابونه واخلي او خپلو بچو – لمسیو ته یې ولولي، لوستل ورزده کړي او د خپل فرهنګ په خوند یې پوه کړي. 

په دې کتاب کې به تاسو د پښتني او نړیوال فرهنګ د هنر، تفکر او تخیل له ځوښا خوند واخلئ او د خپلو کورنیو چرګۍ به پرې رڼې و تودې  وساتلای شئ. 

زه د داسې هڅې لپاره له ښاغلي مسعود څخه مننه کوم او تاسو یې د دغې راټولوونې له لوستلو څخه خوند و پند اخیستلو ته رابولم. 

روغتیا و بریا مو مل و ملګرې 

څېړنوال دکتور عبدالغفور لېوال 

۱۴۰۳ وری 

نانسي – فرانسه 

 

 

 

                                                       لنډۍ د لرغوني پښتو ادب او ولسي پوهې بډایه پانگه، او ملي  شتمني




لنډۍ زموږ په لرغوني هیواد کې د پښتو درنې  ژبې، او د ویاړلي پښتني وگړني  ادب  او  فلکلور  په  ښېرازه   گلبڼ کې یوه غوره، مهمه، بډایه زېرمه، او لویه پانگه، ویاړلې، تلپاتې، غوړیدلې او راټوکیدونکې څانگه، معنوي او ملي شتمني، سپینې، رڼې  او سپیڅلې خبرې، اصیلې، ګرانبیه، قیمتي او ځلېدونکې ولسي مرغلرې دي. لنډۍ د ولس  د زړه،  له احساس،  درد او سوزه څخه  هغه  ډک  آواز او پيغام  دی، چې  د پراخوالي، څومره والي، ټولیز والي، څرنگوالي او منځپانگې له پلوه  لکه  د یو لوی،  پراخ، ژور او  څپاند، مست او له شوره ډک سمندر په  شان  د پښتنو  د  عیني، حقیقي، رښتیني  او ټولنیز  ژوند و ژواک او چاپیریال  ټول  او  بیلابیل اړخونه  په  خپله  لمن کې  رانغاړي.

لنډۍ ته ټپه، مسرۍ(مصرۍ)، ټیکۍ، اواز، بدله او سندره هم وایي او دا بېلابېل نومونه، پښتانه په بېلابېلو ځایونو او سیمو کې پکاروي. لنډۍ د پښتو شفاهي ادبیاتو خوندور، خپلواک دوه مسره ییز او ځانګړی ځېل او ژانر دی او په  پښتو  شاعرۍ کې  هغه  پخوانی،  ټولمنلی، شتمن او ځواکمن  شعري  فورم دی، چې ځانگړی  جوړښت لري او د بڼې او شکل له مخې هره لنډۍ له دوو  برخو څخه جوړه شوې ده. لومړۍ مسره یې، چې لنډه ده ( نهه) څپیزه او دویمه يې، چې اوږده ده ( ديارلس ) څپیزه لري. هره لنډۍ د نهو او دیارلسو سیلابونو څخه جوړه شوې ده او هره لنډۍ باید د زور (ه) په واول یا غږن اواز پایته رسېدلې وي. که په پای کې دا زور (ه) را نه شي نو د لنډیو آهنګ نیمګړی پاتې کېږي. لنډۍ د ردیف مشکل نه لري او قافیه پکې ځانګړې ستونزه نه ده، خو د دویمې مسرې په پای کې یوه موسیقي لرونکې یا آهنګینه کلمه لري، چې د لنډۍ ټول آهنګ بشپړوي او له سوزه ډک موسیقي لري.

د بېلګې په توګه د څپیز جوړښت له مخې دا لنډۍ ګورو:

ماته ګېډۍ ګلونه راوړه          زه د وربل د پاسه څپر جوړومه

لومړۍ مسره:

ما ـ ته ـ ګې ـ ډۍ ـ ګُــ  ـ لو- نه ـ راو ـ ړه

دویمه مسره:

زه ـ د ـ ور ـ بل ـ د ـ پا ـ سه ـ څـ  ـ  پر ـ جو ـ ړ ـ و ـ مه

او یا دا لنډۍ:

د مینې اور دی چې یې ګورې          پتنګ په سرو لمبو کې ځان ستي کوینه

لومړۍ مسره:

د - ميـ  - نې- اور - دی - چې - يې - ګو - رې

دویمه مسره:

پـ  - تنګ - په -  سرو - لمـ - بو - کې -  ځان - سـ   -  تي- کـ  - ويـ  - نه

او یا دا لنډۍ:

تورې دې سترګې تورې زلفې          تورې دې وروځې تور اوربل زړګی مو وړینه

لومړی مسره:

تو ـ  رې  ـ دې ـ ستر ـ ګې ـ تو ـ رې ـ زلـ  ـ فې

دویمه مسره:

تو ـ رې ـ دې ـ ورو ـ ځې ـ تور ـ اور ـ بل ـ زړ ـ ګی ـ مو ـ وړيـ   ـ نه

او یا دا لنډۍ:

بیلتون ټوپک شو راته ډک شو          نا څاپه ټک شو په تندي یې وویشتمه

لومړۍ مسره:

بیلـ  ـ تون ـ ټو ـ پک ـ شو ـ را ـ ته ـ ډک ـ شو

دویمه مسره:

نا ـ څا ـ په ـ ټک ـ شو ـ په ـ تنـ  ـ دي ـ یې ـ و ـ ویشـ ـ تـ  ـ مه

همداسې که هره لنډۍ وګورو او پر څپو یې وویشو لومړۍ مسره یې نهه او دویمه مسره یې دیارلس څپې لري.

د بېلګې په توګه دا نورې لنډۍ هم ګورو:

د خوشالۍ یاران مې ډېر وه           چې ښادي ولاړه، ټولو پورته کړل لاسونه

***

زړه چې میین شي همیشه لمبې وهینه   څراغ چې بل شي بیا به مړ شي           

***

ستا په یارۍ کې تومتي شوم           په اور ستي شوم څوک مې خوا له نه راځینه

***

ټیکۍ لیکم اوښکې مې څاڅي           د جانان غم مې په زړه ایښي دي لاسونه

***

یاري کوم منکره نه یم           که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه

***

په وينو سور لکه ګلاپ شه           پښتنې ناوې دې په تور اوربل کې ږدينه

***

زما  دې  زړه  داسې  سوری کړ           لکه د ګل غوټې چې پاڼې پاڼې شينه

***

په لوړو غرو د خدای نظر دی            پر سر يې واورې وروي چاپېر ګلونه

 ***

زه یې په توره سپینه نه یم           کږه وږه په لارې تله میین یې کړمه

***

بالښت د زلفو مې ساتلی           د غیرتي اشنا د سر لاندې يې ږدمه

***

د ورځې تورې سترګې ګرځم           د شپې په لپو، لپو اوښکې تویومه

***

تر نیمو شپو پورې  رانغلې           سکروټې مړې شوې، اوس  ایرو ته ناسته یمه

*** 

بيگانۍ  شپه  به بيا را نشي           چې درسته  شپه  د يار  په  غېږ کې  شرنگېدمه

*** 

ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې           چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه

*** 

بېلتون  يواځې  په ما ندی           بېلتون  شمال  دی  هره پاڼه  رپوينه

***

خاونده بيا دې مازديګر کړ           په ګودر جوړ شو د منګيو کتارونه

***

کور  دې  سپیره‌‌ٔ  شه  ټوپکیه           چې دې  سپیرهٔ کړل د کابل شینکي باغونه

***

ټوپک سینگار د ځوانۍ نه دی           اوس  له  زلمو  سره  قلم  مزه کوینه

***

راځئ  چې  نوره  جگړه  بس  کړو           د جگړې  اور  ښکلي  ځوانان  تباه کوینه

***

که چیرې دا هره  لنډۍ په  غور او ځېر سره  ولولو، نو  څرګندیږي، چې په  هره  لنډۍ کې ځانګړې  هنري ښکلا، ادیبانه، شاعرانه او د ټولنیز ژوند هر اړخیز خوندور انځورونه نغښتې دي. 

خدای بخښلی  استاد گل پاجا الفت  هغه  لوی  او وتلی ادب پوه،  فرهنگپال، خوږ ژبی او نوښتگر  شاعر، پوخ  او هڅاند لیکوال، علمي نقاد او تکړه څیړونکی دی، چې په خپلو  اغیزناکو او گټورو منظومو او منثورو آثارو یې  د ادب،  شعر او شاعرۍ  نړۍ  تل  غوړیدلې، روښانه  او ځلانده ساتلې ده. استاد الفت صاحب په خپل یو اثر کې، چې د (پښتو سندرې) په نوم یادېږي، د نورو بحثونو تر څنګ د لنډیو په تړاو د خپل بحث په یوه برخه کې داسې وايي:

«.... په پښتو سندرو کښې یو ډول اشعار شته چه لنډۍ یې بولي، د لنډۍ لومړۍ مسره لنډه او دوهمه اوږده وي،  دا ډول اشعار د پښتو په موسیقۍ کښې ډېره زیاته برخه لري ځکه چه په هر خوا کښې په بېل وزن او بېل آهنګ ویل کېږي، مګر هر آهنګ یې جذاب او له سوزه ډک وي چه اوریدونکي یې ارومرو له تاثیر لاندې راځي. په دغو ټولو اوزونو کښې چه د لنډۍ د پاره پیدا شوې دي تیرایي وزن ډېر شهرت موندلی او زیات موثر دي. لنډۍ علاوه پدې چه په یو یو مؤثر او سوزناک لحن ویل کېږي او د آهنګ په لحاظ زیات تاثیر لري د مضمون او مفهوم په اعتبار هم د پښتو په لوړ او عالي ادب کښې ښه ځای لري او د فصاحت او بلاغت زور او قوت پکښې لیده شي اکثره لنډۍ داسې دي چه په پښتو کښې د متلونو په ډول ویل کېږي او (حکم و امثال) ورته ویلی شو، ډېر مطالب شته چه د یوې لنډۍ په ویلو  د کنایتو په ډول ادا کېږي او له صراحت نه اولی بلل کېږي. په لنډیو کښې که څه هم ځینې داسې وي چه د سوال و ځواب په ډول د مین او مینې له خوا ویل شوې وي او د مضمون تسلسل پکښې لیده شي مګر عموما یوه لنډۍ له بلې نه په مضمون کښې جلا دي او په هره لنډۍ کښې یوه خبره تمامه شوې وي. په لنډیو کښې ساده ګي او له عمومي ذهن  او تخیل سره موافقت، اولسي تعبیرات او ځنې نور صفتونه موجود دي چه د لنډیو خوند یې ډېر زیات کړیدی او په هر چا باندې ښې لګېږي... » (ګل پاچا الفت پښتو سندرې، کابل، ۱۳۲۵ کال عمومي مطبعه،  ۱۶۰ ام مخ.)

ویکتور هوګو فرانسوي نامتو شاعر، ناول او ډرامه لیکونکی داسې وایي: «.... شعر هغه پاروونکی ساز دی، چې د طبیعت، بشر او پيښو غږونه یې سره یوځای کړې دي.»

همداسې جبران خلیل جبران چې یو لبنانی-امریکایی شاعر، لیکوال او انځورګر دی، په خپل یوه لیکنه کې یې داسې کښلې دي. «.... موسيقي د روح ژبه ده. دا د ژوند راز څرګندوي، سوله راولي او شخړې لرې کوي. » 

د دغو پورتیو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خبرو پر لاسوند، په رښتیا سره چې، شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزې ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. موسیقي پېژندونکي موسیقي داسې راپېژني: «موسیقي هغه هنر یا فن دی چې د آهنګونو له امتزاج او اختلاط سره په موزونه توګه ترکیب کېږي، غوږونو ته نوازش ورکوي او ذوقونو ته په زړه پورې او جذابه ښکاري....»

لنډۍ د پښتو په ولسي سندرو کې د اصیلې موسیقۍ او ټنګ ټکور یوه مهمه او اغیزمنه برخه ده، چې هنري او ادبي ارزښت، کیفیت او څرنګوالۍ یې تر نورو  ادبي ځېلونو او ژانرونو ډیر دی. کله چې لنډۍ د موسیقۍ د هنري څېرو په خوږو او زړه وړونکو غږونو او په ډېرو ښکلو کمپوزونو او طرزونو کې وویل شي، بیا نو خپل ځانګړی خوند او اغیز لري. هنرمندانو او سندرغاړو ډېرې لندۍ په خپلو خوندورو غږونو د ښکلو نغمو سره ویلې دي، چې د دوی په زړه پورې غږونو ته یې هنري ښکلا هم وربخښلې ده. ډېرو هنرمندانو او سندرغاړو په خپلو خوږو اوازونو کې مستې ټپې د مستو او اتڼیزو سازونو سره کمپوز کړې دي. خو یو شمېر نورو بیا غمګینې لنډۍ داسې ویلې دي چې د اوریدونکو په زړه او ذهن یې ژور اغېز کړی دی او له سترګو یې اوښکې بهېدلې دي. دغو مستو او غمګینو لنډیو او سازونو د محافلو، مجلسونو او د رادیو تلویزون څپو ته ځانګړې او خوندوره ځلا، نوی رنګ او ښکلا وربخښلې ده. هغو هنرمندانو او سندرغاړو چې د فولکلور، وطني او ملي سندرو برخه ښیرازه او ژوندی ساتلې ده د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. خو د لنډیو پر موسیقیت بحث ځانته جلا څېړنه غواړي.

ارواښاد سلیمان لایق، چې د پښتو ادب نومیالی، پیاوړی او نوښتګر ادیب او شاعر دی، د لنډیو په تړاو یې علمي، تحلیلي او تحقیقاتي څېړنې کړې دي. د لنډۍ د موسیقیت په تړاو په خپله یوه لیکنه کې یې داسې کښلي دي:

«.... د پښتو فولکلوري شعرونو په لړ کې د لنډيو برخه واقعا د ټول بشریت د فولکلوري شعرونو د عظیمې شتمنۍ یوه مهمه برخه ده د لنډیو یو ستر اهمیت دا دی، چې د هغه سندریز خصوصیت او آهنګ روزونکي فطرت د نړۍ په ټولو فولکلوري شعرونو او سندرو کې ممتاز دي او ساری نه لري. لنډی د انسان د احساساتو، عواطفو، دردونو، رنځونو او انګیرنو ډېره عالي او دقیقه درجه بندي کړې ده او هغه یې د ډېر خواږه او ظریف بیان په موسیقۍ کې وړاندې کړی دی. زموږ د جغرافیایي سیمې په ټول فولکلوري قلمرو کې هیڅ سندره نه د خپل آهنګي خصوصیت او نه د خپلې تغزلي شتمنۍ او نه د خپل سموالی او هیجان له پلوه له لنډیو سره برابري کولای شي...»  (لایق، ۱۳۶۴ ل، ۲ ص)

او همداسې وايي: «... کله چې زه د لومړي ځل لپاره د لنډیو په دې خصوصیت باندې پوه شوم او د نورو ملتونو مشابهو شعرونو په مقایسه کې مې د لنډیو د لس هاوو غاړو او آهنګونو موسیقي یو څه مطالعه کړه، ځان مې په داسې یو لوی دریاب کې ولید، چې د هغه د څېړنې او مطالعې ستر کار چې ما یې نیت کړی و، ورخطا کړم. کوم ستر نړیوال شاعران او ادب پوهان، چې واقعا د لنډیو په دې خصوصیت باندې پوه شي دغه اشعار به دومره وستايي، چې اوسنۍ متمدنه نړۍ به ورته حیران شي...  »

په هر حال د لنډیو د موسیقیت برخه یو اوږد بحث دی. تاسو ته د لنډیو څو بېلګې په دې برخه کې وړاندې کوم:

مخ په مړوند کله پټېږي           بې نیازه یاره سلامي ولاړه یمه

***

یار مې هندو زه مسلمان یم          د یار دپاره درمسال جارو کومه

***

ښه ده چې سترګې مې وړې دي           كه چېرې غټې واى خوړلې به دې ومه

***

جانان زما زه دې جانان یم           که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه

***

جدايي راغله لارې دوې شوې           مرګ مې قبول دی جدایي نه قبلومه

***

سبا به بیا کډې بارېږي          د دښت ګلان به ستا لمنه بویوینه

***

د نجونو مشره  یې  واده کړه          اوس به په سرو  منګولو څوک دریا  وهینه

***

بنګړي نیم ښکته کړه نیم  پورته           چې په خالي مړوند دې  سر  ولګومه

*** 

دیوال سوری که ګوتې راکه           پلار دې خټګر دی بیا به جوړ کړي دیوالونه

***

عالمه  سترګو  ته  يې  ګورئ           چې په ژړا شي مرغلرې تویوینه

***

تپه تياره ده نه  دې  وينم           بنګړو ته شرنګ ورکړه چې  ودې  پېژنمه

***

په تور لحد کې به نارې کم           زه د دنیا نه ارمانجن راغلی یمه

***

باغ ته دې تګ مناسب نه دی          ګلان شرمېږي مخ به پاڼو پټوینه

*** 

سالو نن بیا لیلا په سر کړو           په سور سالو یې سره ګلان ټومبلي دینه

***

د سخي جان په دروازو کې           ځوانان ولاړ دي د ایمان درخواست کوینه

***  

او همداسې نورې لنډۍ...

لنډۍ د پښتو شفاهي ادبیاتو یوه ستره، ګرانبیه، او ارزښتناکه پانګه ده. په ځینو سیمو کې ورته لنډۍ او په ځینو کې ورته مسرۍ او همداسې په یو شمېر نورو سیمو کې ورته ټپې وايي. ولې ورته لنډۍ وايي، ځکه ورته لنډۍ وايي، چې په پښتو شاعرۍ کې تر ټولو کوچنی شعري فورم دی، د سیلابونو له مخې لنډه او د مانا د ځواک او لیږد له پلوه نه یوازې په پښتو شاعرۍ، بلکې په نړیواله شاعرۍ کې یې ساری لیدل شوی نه دی.د بېلګې په توګه دا لنډۍ ګورو:

تن مې د شنو نکریزو پاڼه           په ظاهر شنه د ننه رنگ په وینو یمه

***

پاس د اسمان ستورو ته ګوره           په تا مې دومره دي د سپینې خولې پورونه

***

د شپې په خوب کې ګلان وینم            د لیلی مینه مې په ګلو ګرزوینه

***

خندا له تا سره جوړېږي           ماته پراته دي په ځولۍ ځولۍ غمونه

***

د نیمې شپې سندرې خوند کا           څوک به میین وي څوک به ورک له ملکه وینه

***

چې د پښتون د توُرې شرنګ شي           د جنګ میدان کې غلیم لاره ورکوینه

***

بېلتون ټوپک شو  راته  ډک شو           ناڅاپه ټک شو په  تندي  يې  وویشتمه

***

دا سري منګولې نرۍ غاړه           لکه کوتره په مکیز ګودر ته ځینه

***

اصيل ګلاپ  راڅخه  ورک  دي           کم  اصل ګل که بويوم  ډک  دي  باغونه

***

ځینې ادب پوهان وایي، لنډۍ د یوه وړوکي مار په څېر لنډ خو اغېز یې ډېر زیات دی. د دې وړوکي مار سترګې د رڼا سره حساسیت لري نو ځکه دا مار د شپې له خوا راوځي او ډېر زهرجن مار دی او خطرناک زهر لري، او که څوک وچیچي ډېر زر ورباندې اغیز کوي او ترې رغېدل یې ګران کار دی. نو په لنډۍ کې هم په همدې دوو لنډو بندونو کې ډېره لویه منځپانګه، سکالو او موضوع، مضمون او مفاهیم نغښتې دي، چې اغیز یې خورا زیات دی، د همدې اغېز له مخې ورته لنډۍ وايي. د بېلګې په توګه دا لنډۍ ګورو:

لنډۍ په سرو شونډو مزه کا           د مساپرو لنډۍ ځي په کاغذونه

***

قلم په لاس ګوتې مې رېږدي           د عاشقۍ لنډۍ په زړه وهلی یمه

***

ستا به د ګلو دوران تیر شي           زما به پاتې شي د زړه سوي داغونه

***

ټوپك  ويشتلى به خداى جوړ كړي           په زړه ويشتلى به كړېږي مړ به سينه

***

ولي به نه ژاړم عالمه           ترګل نازک جانان مې خاورو ته ورځینه

***

لنډۍ دي ډېرې څو به یې وایم           هر څه چې وایم د زړه غم مې زیاتوینه

***

په لره پښتونخوا کې ورته ټپه وایي، د ټپې په اړوند ویل کېږي چې له ټپ یا زخم سره تړاو لري، یعنې د لنډۍ اغېز د سړي په زړه ټپ جوړوي او خپل اغېز لري. که یوه تُوره، ټوپک او یا کومه بله وسله د انسان په وجود کې ښکاره او څرګنده ټپونه جوړوي خو لنډۍ بیا پټ او څرګند زخمونه د انسان په وجود کې جوړوي، چې په اوریدونکو او لوستونکو ځانګړی اغېز لري له همدې وجې لنډۍ ته ټپه هم وایي. د بېلګې په توګه دا لنډۍ ګورو:

راځۍ راځۍ چې لنډۍ پرېږدو           لنډۍ چړې دي د زړه ولې غوڅوینه

***

باران د اوښکو مې  ورېږي           بې نیازه  یار راته پۀ  زړۀ  راکړل  زخمونه

***

د روغيدو تمه مې نه شته           جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

*** 

باور مې نه شي که به روغ شم           بلا زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه

***

پر زړه مې ځای د ټپو نه شته           پردی  وطن دی، دا  به  څنګه  رغومه

*** 

دا نیمه شپه ده ټپې خوند کړي           څوک به میین وي څوک به ورک له ملکه وینه

***

لنډۍ ته مسره یا مصره هم  وايي. ویل کېږي: مصره د یوې تېرې او ځلانده توُرې نوم دی چې په مصر کې جوړیدله او په پښتنو کې ډېره مشهوره وه او د پخوانیو وختونو په جګړو کې، چې د تُورې او ډال جنګونه ول او د هغو جنګونو پر مهال د جنګ ښه او پیاوړې تُوره وه او د پښتنو په منځ کې یې ډېر زیات شهرت درلود او خورا اغېزناکه وسله وه چې پښتنو ورڅخه زیاته ګټه اخیستله، د همدې اغیز له وجې لنډۍ ته مسره هم وايي.د بېلګې په توګه دا لنډۍ ګورو:

زما په زړه دې پرهار وکړ           په تا دې وشي د مصرۍ تُورې وارونه

***

مېسرۍ مې ډېرې وویلې           نورې مې بس دي د زړه غم مې زیاتوینه

 ***

مېسرې په هغه چا اثر کړي           چې یا میین وي یا خو ورک له ملکه شینه

***

مېسرې په هغه چا اثر کړي           چې یا میین وي یا یې پېغله ناسته وینه

*** 

یو څو مسرۍ د میین بس دي         ډېرې مسرۍ د بې وفا کسانو وینه

***

دا د آخر مسرۍ مې دا ده         رب دې ژر راوله چې ژر دې ووینمه

***

تاته به خاورې خولګۍ درکم           پر ډال دې نشته د مصرۍ تُورې واورونه

***

د یار له مینې به وانه وړم          که پر سر وخورم د مصرۍ تُورې وارونه

***

ماته قلم مشواڼۍ راوړۍ           یو څو مېسرې په وینو سرې یار ته لېږمه

***

دا اخري مېسرې مې واوره           په زړه سوری شې چې مې وکړې تپوسونه

***

او همداسې دا حماسي لنډۍ ګورو:

که په میوند کې شهید نه شوې           خدایږو لالیه بې ننکۍ ته دې ساتینه

د دې لنډۍ ښکلا او اغېز د مصري تُورې سره تشبیه شوی دی، چې د میوند په جنګ کې دا لنډۍ ننګیالۍ ملالۍ ویلې ده. په دې لنډۍ کې د حماسي هنریت هغه ژور اغېز نغښتی دی، چې د پښتنو او انګریزانو د جګړې ماضي تاریخ او د میړانې یو ښه څرک او ماخذ را په ګوته کوي، چې اوسمهال دا لنډۍ زموږ د پښتو ادب، سیاسي او ټولنیز ژوند او تاریخ یوه ځلانده برخه ګرځیدلې ده.

ویل کېږي: د کابل د میوند په جاده کې یو لوړ څلی ښکاري، چې د هغو کسانو په یاد جوړ شوی دی، چې پر (۱۸۸۰)ع کال کې په میوند کې د انګلیسانو سره په جګړه کې شهیدان شوې دي، د دغه ستر څلي د بیخ سره یوه د مرمرو ډبرینه تخته نصب شوې ده، چې دغه د پښتو لنډۍورباندې لیکل شوې ده:

که په میوند کې شهید نه شوې           خدایږو لالیه بې ننکۍ ته دې ساتینه

ملالۍ میوندي چې د ملالۍ په نوم هم یادېږي هغه ملي او غښتلې اتله نومیالۍ او مبارزه پېغله او د زړورو افغانو مېرمنو څخه ده، چې اند او مېړانه یې د افغانستان په تاریخ کې بې ساری دی او د افغان مېرمنو له ویاړونو څخه شمېرل کېږي. کله چې د افغانانو او انګرېزانو تر منځ جګړه وشوه، د غازي محمد ایوب خان د امیر شیرعلي خان د زوی تر مشرۍ لاندې د توریالۍ ملالۍ د زړورتیا او اتلولۍ او د نورو جنګیالیو اتلانو له امله افغانانو جګړه وګټله او کندهار ازاد شو.

د میوند جګړه کې، ملالۍ د جګړې پر مهال د جګړې په تاوده مورچل کې لکه نورو میرمنو خپلو جنګیالیو وروڼو ته د څښاک اوبه رسولې او برابرولې. کله چې د جګړې پر مهال د یرغلګر دښمن مرمۍ د افغان ځواکونو د لښکرو بېرغچي، چې بیرغ یې په لاس کې وو، پر ټټر ولګیده هغه سخت زخمي شو، او سپیڅلی بیرغ یې له لاس څخه وغورځېده، په دې وخت کې د افغان جنګیالیو او ځواکونو مورال تر یوه حده کمزوری شو. د جنګ په دې نازک، حساس او تاریخ جوړونکي وخت کې د هیواد ویاړلې لور د ملالۍ په نامه یوه پښتنه او زړه وره پیغله په یو چټک او بې ساري حرکت سره د جګړې ډګر ته راغله او د تُورې په لمبو کې یې د شهیدانو په وینو رنګ شوی او غورځېدلی ملي بېرغ په خپلو سرو منګلو پورته کړ، تُوره یې پر یو لاس او بیرغ یې پر بل لاس پر یرغلګرو برید کوي او په لوړ اواز پر افغان لښکرو او جنګیالیو او په ځانګړي توګه پر پښتنو ځلمیانو  د ننګ ناره کوي او ورباندې غږ کوي:

که په میوند کې شهید نه شوې           خدایږو لالیه بې ننکۍ ته دې ساتینه

او بیا وايي:

خال به ديار له وينو كښيږدم           چې شينكي باغ كې گل گلاب وشرموينه

***


د ملالۍ د اوچت او ځواکمن اسماني، ملکوتي او ساحرانه غږ له لارې د افغان زلمیانو او جنګیالیو غیرت او وینه په جوش راغله، وطني او ملي احساسات او جذبات یې راوپارول او د دوی ضعیفه روحیه یې دومره ځواکمنه کړه چې د پرلپسې غښتلیو او چټکو بریدونو سره یې خپلې سینې د یرغلګرو ځواکونو توپونو ته چې پوره مسلح وو، سپر کړل او پر غلیم یې حمله وکړه او له تاریخي ماتې سره یې مخامخ کړل، د میوند جګړه د افغان جنګیالیو د بریا لامل شوه. د ملالۍ تلپاتی نوم، سرښندنه او ننګیالي توب او د دې دا لنډۍ لکه روښانه او بله ډیوه د تاریخ په کرښو کې په زرینه او ځلانده ټکو انځور او ثبت شوې ده. که څه هم ملالۍ د ميوند په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ خو د افغانستان په تاریخ کې نومیالۍ او ننګیالۍ اتله شوه او د خپلواکۍ پر ځلیدونکي لمر یې خپل نوم په خپلو پاکو او سپیڅلو وینو ولیکه.

لنډۍ د پښتو ولسي ادب په ښیرازه ګلبڼ کې د ولسي پوهې  بې جوړې فورم، ځېل او ژانر دی. همداسې د ولسي ژوند هغه شاعرانه او خوندورې سندرې دي چې له پېړيو راهيسې مونږ ته د اصیلې، روڼې او ځلیدونکې  مرغلرې په توګه پاتي دي او د وګړو په سينو کې خوندي او ژوندۍ ساتل شوې دي او ورستیوو نسلونو ته لېږدول شوې دي.  

لنډۍ په پښتو ژبه کې دېر لرغونی تاریخ لري، او د پښتو د لرغوني ولسي ادب او فلکلور ستره برخه جوړوي. لنډۍ د زرګونو کلونو له مزل وروسته د خلکو په زړونو کې ځای په ځای شوې دي۰ د لنډيو  په غېږ کې ډير ستر تاريخي، ټولنیز، سیاسي او ملي ارزښتونه، د ژوند ټولې پېښې او رښتیني واقعیتونه د یوه ارزښتناک میراث په توګه انځور شوې دي، چې د لنډيو  لرغونتوب ترينه څرګندېږي. د ملالی لنډۍ یې یوه غوره او مهمه بېلګه ده.

کله چې د محمود غزنوي لښکرې د هند له سوبې وروسته خپل هیواد ته راستنې شوې په دې وخت کې  یوې پښتنې مېرمنې د سلطان یو جرنیل ته چې ملک خالو خان نومیده  او د محمود غزنوي یو سر لښکر او مشهور سپه سالار وو او د ګومل پر لاره هند ته تلو راتلو دا لنډۍ وویله:

چې د خالو لښکرې راغلې           زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه

***

ویل کېږي دا لنډۍ د زرو کلونو نه زیات قدامت لري  او له دې لنډۍ څخه څرګندېږي چې دا لنډۍ د محمود غزنوي په زمانه کې جوړه شوې ده. دا لنډۍ ثابتوي چې پښتو لنډۍ شاو خوا زر کاله د مخه شتون درلود.

اوس یوه بله لرغونې لنډۍ ګورو، چې د زرو کلونو لنډۍ ده:

سپوږميه سر وهه راخېژه           يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه

***

ښاغلی حبيب الله رفيع چې زموږ د هیواد پيژندل شوی لیکوال، تکړه څېړونکی، هڅاند او ځواکمن ادیب او شاعر دی، د يوه بهرني څيړونکي (جون زانولسونيو) له خولې د پورتنۍ لنډۍ په تړاو وایې چې: «... دا د هغه وخت لنډۍ ده چې آريائیان به د شپې له خوا د سوما د بوټي د لو کولو لپاره غره ته تلل او بيا به انتظار وو ترڅو د څوارلسمې سپوږمۍ (د څوارلسمې شپې سپوږمۍ) راوخيژي او دوی د سوما بوټۍ لو کړي، ځکه که دا په لمر کې لو شوی وای شيره ئې خرابيدله، نو دوی به د سپوږمۍ د شپې انتظار ويست او ټول به راټول وو، بيا به ئې د دې بوټي لو کاوه او له هغه به ئې شيره ايستله او ترینه نه به ئې مشروب جوړول چې دوی ته ډير مقدس وو او له هغې به ئې استفاده کوله. دا لنډۍ یا له څوارلسم (د څوارلسمې شپې) وړاندی ويل شوې يا په داسې ځای کې ويل شوې چې غرونه لوړ دي او سپوږمۍ ژر نه راخيژي يا هرڅه چې دي د مينې له خوا دا لنډۍ ورته ويل شوې ده.))، نوموړۍ دوام ورکوي چې:

مازديګرۍ دی ښيرې مکړه           ته به د ناز ښيرې کوې رښتيا به شينه

***

دا د لمر پالنې د وخت لنډۍ ده، کله به چې لمر لويده نو په دې وخت کې به لمر پالونکو عبادت کاوه دوی باور درلود چې په دې وخت کې هره دوعا قبليږي. نو په همدې اساس ګوري چې مينه (معشوقه) ښيرې کوي او هلته مازديګر دی نو وائې چې: مازديګرۍ دی ښيرې مکړه ته به د ناز ښيرې کوې رښتيا به شينه. دا دواړه زړې لنډۍ دي مګر يقيناً کلمې ئې بدلې شوي دي ځکه د هغه وخت د کلمو په استعمالولو سره اوس څوک پوهيدای نشي نو د وخت په بدليدو سره کلمات هم اوسني حالت ته رارسيدلي دي. مګر يواځې فکر او مطلب ئې تردې دمه راليږديدلي دي.»

استاد اسدالله غضنفر، چې پېژندل شوی لیکوال، ادیب، تکړه څېړونکی او د اوچت قلم خاوند شخصیت دی، په خپله یوه لیکنه کې د جادوګر هنر په کتاب کې زموږ د ارواګانو همزولي تر عنوان لاندي  د لنډیو په تړاو داسې کښلې دي:

« ما د ۱۳۸۶ کال په جوزا کې د لنډیو په باره کې له استاد شپون او کاروان صاحب سره مرکه لرله. کاروان صاحب لنډۍ زموږ د ارواګانو همځولي وبللې ډېر خوند یې راکړ. استاد شپون هم د لنډیو په باب د لنډیو غوندې خوږې خبرې وکړې. استاد د شلمې پېړۍ د مشهور ژبپوه یوه خاطره بیان کړه: « زه له مارګن سټرن سره تګاپ ته تللی وم. ده اوه څلوېښت ژبې او لهجې زده وې، یوازی یې د پښتو اووه لهجې یادې وې. دی هغه وخت اتیا کلن و. غره ته یې وکتل، ویې ویل:

په لویو غرو د خدای نظر دی           په سر یې واورې وروي چاپېر ګلونه

او بیا یې مونږ ته وویل: که افغانستان تکه تکه شي، که یې غرونه ونړېږي او سیندونه یې وچ شي او پښتانه ټوله محوه شي خو لنډۍ به پاتې وي، له دغو لنډیو به پښتانه رازرغونېږي او بېرته به افغانستان جوړ شي.»

ویل کېږي: «.... لنډۍ د هغو سندرو په شمېر کې راځي، چې خورا زیات لرغونتوب لري، ځینې محقیقین لنډۍ د شکل او محتوا له نظره پخوانیو ویدي سرودنو ته ورته بولي او وایي، چې د پښتني سندرو دغه شکل او بڼه د اریايي قبیلو د سپېڅلو او ساده اشعارو زېژنده ده، دغه اټکل له واقعیت نه دومره لرې هم نه بریښي ځکه د ژبو د تاریخي څېړنو په استناد ویدي سرودونو چې د پخوانیو اریایی قبېلو حماسي، ملي او مذهبي سندرې دي ورو ورو خپل د تکامل مراحل طی کړی او بیایې په (اوستا) کې جامعې  او متکامل شکل غوره کړی دی، البته دا چې لنډۍ یا لنډیو ته ورته اشعار په اوستا کې راغلي دي ډېر پلویان لري...» 

په هرحال داسې ډېرې لنډۍ شتون لري، چې زموږ د تېر ژوند تر ټولو روښان انځورونه پکې خوندي دي او ور څخه د لنډیو لرغونتیا څرګندېږي. خو د لنډیو د لرغونتیا په تړاو بحث د لویو فولکلور څېړونکو، لیکوالو، ادب پالو، څېړنې ته اړتیا ده، ترڅو د دې ارزښتمن ځېل او ژانر، لرغونی تاریخي ارزښت ځواکمن، تاند او ژوندی وساتل شي.

لنډۍ که څه هم کوم  ځانگړی او معلوم  ويناوال (شاعر) نه لري او په عادي بڼه په پښتني ولس کې د وخت د غوښتنو سره سمې مينځ  ته راغلي او خوله په خوله  او سينه په سينه له يو نسل څخه بل نسل ته  د ګرانبیه او قیمتي غمیو او ارزښتناک امانت په څېر  راليږدول شوې دي خو بيا هم  نږدې  ټولې لنډۍ د جوړښت   له  مخې  سره  يو شان  او سيلابونه يې سره  برابر  دي.

 لنډۍ د ځلیدونکو غمیو په څیر د ټولو پښتنو او پښتني فرهنګ ځانګړې خزانه او د ولسي مرغلرو ګډه پانګه ده او په پښتو ولسي او شفاهي رنګین ادب کې د سرو زرو په څیر ارزښت او خپل ځانګړۍ ځای، لوړ مقام او پوړۍ لري. په  لنډیو کې د ټولنیز او پښتني  ژوند بیلابیلې برخې، لرغوني دودونه، ملي ارزښتونه او له انساني ولولو څخه ډک پیغامونه لکه: وطن پالنه، د هیواد او هیواد والو سره تانده او ژوره مینه، پښتونولي، میلمه پالنه، د اتلانو، میړنیو او زمریو ځوانانو میړانه، ننګ، غیرت، زړه ورتیا، سرښندنه، بریاوې، ماتې او ناکامۍ، خوښۍ، غم، رزمي، بزمي، حماسي  او عاطفي  انځورونه، د پردیسۍ، کډوالۍ او جلا وطنۍ د ژوند ستونزې، کړاوونه او دردونه، د ورورولي، ملي یووالي او وحدت،  اتحاد او اتفاق، سولې او روغې جوړې موضوعات، خوږه  او عاطفي  ژبه،  د گودر  پر غاړه  د ښایستو پیغلو، مستو  زلمیانو او تنکي ځوانانو  تر  منځ دیدنونه،  د مینې او عشق دردناک رمزونه او رازونه، محبت  او  وفا،  راز  او  نیاز، د ځوانۍ  جذبې د مینې  وړانگې، نغمې  او  ولولې،  سوز و گداز، د ښایست انگازې او عشقي موضوعات، د شمعې او پتنگ تر منځ  اړیکې، د بیلتون، هجران او  وصال اغیز، حالات او له غصې څخه ډکې غندنې، ټوکې ټکالې، همدارنګه د شهیدانو او د ازادۍ دلارې د سرتیرو ستاینې او د بې غیرتۍ، پیغور، موزیتوب، غم، غماز د هیلو او ناهیلو، د وفا او بې وفايي، د باور او بې باوریو انځورونه، ماهرانه او هنرمندانه تشبیهات، استعارات، کنایات  او سیمبولونه، ښکلاییز،  ژبني  او  ادبي ارزښتونه،  ښکلي کلمات  او هنري  ذوق،  د شین  اسمان  د  ستورو ځلا او  رڼا،  د ښکلې،  زړه وړونکې  او سپینې ځلیدلې  سپوږمۍ ننداره،  د لمر  رڼا  او  د  گرمې، گرمې، نرمې، نرمې، زرینې  او سرې  وړانگې غوړیدل، د طبیعت ښایسته چاپېریال، د ساده، طبیعي او رښتینې ښکلاگانې انځورونه لکه غرونه، سیندونه، باغونه، ګل، بلبل، سپوږمۍ، باد، باران، تندر، ستوري او اسمان او په ځانګړي توګه ګودر، مازدیګر، چنارونه او  د پسرلي په تانده هوا کې د رنگارنگو ښکلو او غوړیدلو گلونو ځانگړی ځای او ستاینه، د ټولنیز عدالت، د ټولنې  په کرغیړنو او ناوړو دودونو نیوکه، د قلم، علم  او فضیلت، اخلاق  او ادب معنوي ارزښتونه او همداسې نور مهم موضوعات، مضامین او مفاهیم یې په خپله رنګینه او پراخه ځولۍ او لمن کې انځور کړې دي. او همداسې په لنډیو کې د ښځینه وو او نارینه وو د وجود ظاهري او باطني ارزښتونه لکه: د ښځو په وجود کې تورې سترګې، باڼه، شونډې، اننګی، زلفې، پیکی، اوربل، وروځې، ملا، منګولې، زنه، غاړه، قد، موسکا، په ناز کتل او تلل، خالونه، ټيک، پېزوان، چارګل، اوږۍ او داسې نورې ښکلاوې او انځورونه په نازکو کلماتو او په خوږه شاعرانه ژبه بیان او ستایل شوې دي. او له بلې خوا د نارینه وو پښتني او افغاني ارزښتونه او د پښتو او پښتونولۍ صفتونه که نارینه ورته په درنه سترګه وګوري او عمل پرې وکړي او یا ترینه سرغړونه وکړي په ځانګړو الفاظو ستایل شوې دي او پرې نیوکه شوې ده.

علامه پوهاند عبدالحی حبیبي هغه روڼ او ځلانده ستوری، نوښتګر لیکوالو او تکړه مؤرخ او څیړونکی دی، چې د خپلو ګټورو او ارزښتناکو تاریخي، علمي، ادبي او فرهنګي اثارو له لارې یې د پښتو تاریخ او ادب ځلانده او ښیرازه ساتلی دی. ده په خپله یوه لیکنه کې د لنډیو په تړاو داسې کښلې دي:

«.... د دې ولسي- ادبي ژانر لوی کمال دا دی، چې په بشپړ ایجاز او اعجاز سره پکې یو بشپړ عالي مطلب ځایږي، ژبه یې سوچه او خوږه ده، د پښتنو د ټولنیز ژوند هر اړخ پکې انځور شوی دی، نو له همدې امله یې د پښتنو د کلتوري ژوند هینداره بللی شو...» (حبیبي، ۱۳۶۰ ل، ۴ ص)

په رښتیا سره چې په لنډیو کې، حماسي، رزمي، ټولنیز، فرهنګي، تاریخي، سیاسي، روزنیز، اخلاقي، اصلاحي، طنزي، انتقادي، عشقي او د کلتوري ژوند، رنګارنګ مضامین او مفاهیم، محرومیتونه، مجبوریتونه او همداسې د دیني او معنوي ارزښتونو شتون، ژور فلسفي افکار او د عیني ژوند نور بېلابېل اړخونه او موضوعات... په  ډیره سوچه، پسته،  خوږه  او عاطفي ژبه،  په هنري،  شاعرانه  او  ادیبانه  بڼه  انځور  شوې دي.

له نېکه مرغه د لنډیو په تړاو بیلابیلو استادانو، د هیواد د ادب او فرهنگ درنو مینه والو، نوښتګرو او مخکښو لیکوالو یو شمېر لنډۍ له کلیو او بانډو  څخه را ټولې کړې دي. دغو لیکوالو د لنډیو په اړوند خپل لید توګي او اندونه څرګند کړي او د کتابونو په بڼه یې چاپ او نشر ته چمتو کړې دي، چې د دغو نامتو استادانو او لیکوالو نومونه د پام او یاد وړ دي. لکه: ارواښاد علامه حبیبي، ارواښاد استاد عبدالرووف بېنوا،  اکادیمسین استاد مجاور احمد زیار، ارواښاد استاد محمددین ژواک، استاد حبیب الله رفیع، ارواښاد  محمد گل نوري، ارواښاد  مصطفی جهاد، ښاغلی عبدالکریم پتنگ، پروفیسور محمد نواز طایر، مېرمن سلما شاهین، ګل محمد کاکړ او ځنې  نورو ...  

خو ارواښاد اکادیمسین سلیمان لایق چې زموږ  د ادب او فرهنگ په ډگر کې د پښتو او دري  ژبو  پېژندل شوی، پیاوړی، نوښتگر او  مخکښ  شاعر او لیکوال دی،  له ډېرو کلونو راهیسې  پر  پښتو  لنډیو کار کړیدی او د لنډیو د راټولولو تر څنگ د  لنډیو  پر علمي څیړنو، تحلیل او پېژندنې هر اړخیزې  لیکنې کړې  دي، چې د دغې سلسلې ځنې  لیکنې یې  پخوا خپرې  شوې هم دي.

ده په خپله  یوه  لیکنه کې  د لنډیو په  تړاو  داسې کښلي دي:

«... نخست از نظر فورم لندی شعر فلکلوریست و شعر فلکلوری  آن ساحه  پهناور  از احساس  و شیفتگی بی  پایان است که  توسط صد ها  هزار  انسان  پایه گذاری شده است،  از  نخستین  بوسه ها، عشق ها، خنده ها  و شادی ها  و از آغازین  سرشکها، اندوه ها و درد ها.

 (لندی ) تک  بیت های شفاهی پشتو است  که  در قالب  آواز ها و آهنگهای گوناگون از باستان تا  زمان ما  رسیده است، و پشتون ها بدان لنډۍ، ټیکی، مسری، تپه، آواز، بدله، سندره  وغیره  نام داده اند....»

او همداسې لایق صاحب د لنډیو د زوکړې او مړینې په تړاو یوه ښکلې تشبیه لري. په دې تړاو خپل اند داسې بیانوي:

«.... د لنډیو هستي له ځینو جهاتو څخه د څېړۍ ونې  ته ورته ده چې پاڼې یې یو ځای او یو ځل نه تویېږي بلکې تدریجي، پرله پسې او نا محسوس خزان پرې تېرېږي. لنډۍ کټ مټ د څېړۍ پاڼو ته ورته دي، چې له خپلې لویې ونې (د خلکو له حافظې) څخه یوه یوه او په کراره، کراره د باندې راوزي او پر ځای یې یوه، دوې یا زیاتې لنډۍ د ولس د ژوند پر ډنډر باندې راټوکېږي، یعنې د لنډیو د لویې ونې  له لکونو پاڼو څخه ورځ تر ورځې، میاشت تر میاشتې او کال تر کاله یو څو محدودې تر وخت تېرې پاڼې چې د ټولنې د ضرورت او ذوق تنده نشي ماتولای، راتویېږي  او د ژوند نوې پاڼې د دې لرغونې ونې پر څانګو باندې د ضرورت پر بنا د رژېدلو پاڼو ځای نیسي او په دې توګه په ونه کې پر له پسې د پاڼو د تدریجي  راټوکېدو، ځوانېدو، رژېدو او مرګ پروسه دوام لري. له همدې کبله دا لرغونې ونه لا تر اوسه  پورې هیڅکله نه ده لوڅه شوې، ښکلې او په پاڼو پټه پاتې شوې ده...»   

 ښاغلی صدیق کاوون توفاني، چې زموږ د ادب او فرهنگ  هڅاند، وتلی او نوښتگر شاعر، پیژندل شوی  لیکوال، او ادیب  دی، په خپله یوه  لیکنه کې د لنډیو په  اړه  داسې  وایي:

«....د لنډیو تر ټولو مهمه ځانگړنه د هغو شکلي لنډوالی  او د منځپانگې  بډاینه  او  پراخوالی دی، داسې چې  د یوې  لنډۍ په همدغه  دوه  مسریو کې  یوه  دونیا  مانا  او مفهوم  ځاییږي  آن  تر دې  چې سړی  نشي کولای  د یوه  اوږده  شعر  په  لمنه  کې  هم هغومره  لوی  مفهوم  راونغاړي.

البته د یادولو  وړ  ده، چې په پنجابي  ژبه کې  د « ماهیا » په  نوم  او په جاپاني  ژبه کې د « هایکو » په نامه لنډیو ته ورته لنډه کي شعرونه شته چې خپله  ښکلا لري خو  له  لنډیو سره  د  ډېرو ښکلي او  ماهوي  تفاوتونو  لرونکي دي ...»

د ادب پوهانو او لیکوالو د څیړنو پر لاسوند د لنډیو  ویونکي په درې  برخو وېشل کېږي:

- ښځینه  لنډۍ،

- نارینه  لنډۍ،

- د ښځو او نارینوو تر منځ  گډې  لنډۍ،

د لنډیو په  تړاو څیړونکي وایي: زیاتره  لنډۍ د ښځو او پیغلو له خوا ویل شوې دي، چې  ښځو په  پښتني  ټولنه کې د ټولنیز عدالت  او انساني ژوند د نیمگړتیاوو، دردونو، کړاوونو، ناخوالو، ستونزو او بد مرغیو  په  اړه  خپل غږ  او  آواز اوچت ساتلی دی. او همداسې په ښځینه لنډیو کې د پښتنې میرمنې پیغام او د رښتینې مینې اعتراض، احساس، ارمان، رازو نیاز، درد او سوز  په ډیر ښکلي او ظریفانه  بڼه  انځور  شوې  دي. 

ارواښاد علامه عبدالحی حبیبي د پښتو ادب په روښانه او ځلانده اسمان کې هغه ویاړلی او ځلیدونکی ستوری دی، چې په خپله یوه لیکنه کې د ښځو او پیغلو برخه د لنډیو په جوړولو او ویلو کې داسې بیانوي:

«.... د لنډیو په جوړولو او ویلو کښې د مېرمنو برخه ډېره لویه او درنه ده. د پښتو ادب دغه غوره او سپېڅلې پانګه تقریبا نیمی د مېرمنو د قریحو مخلوق ده او ډيري ښې لنډۍ پښتنو مېرمنو د جنګونو پر میدان او د مینې او عشق پر مرحلو کښې ویلي دي. د لنډیو شاعر معلوم نه وي، خو د پښتنو د لوی ملت صنعتي قریحه ئې خلاقه ده، او هغه لنډۍ چي د کومي میرمني له خوا ویلي سوي وي هغه د ټولو مېرمنو دي...»  

د تاریخ په اوږدو کې د لنډیو په پراخه دښته، سمسور او  شین  بڼ کې د لنډیو  ویونکو په خوږه، پسته، رنګینه او ادبي ژبه د انساني، ټولنیز او پښتني  ژوند ټول او بېلابېل اړخونه په ډیر ښکلي او هنرمندانه بڼه بیان کړي دي.

همداسې ارواښاد پوهاند صدیق الله رښتین چې د پښتو ژبې او د علم او ادب په ډګر کې یو پېژندل شوی او نامتو لیکوال، ژبپوه، هڅاند ادیب او تکړه څېړونکی دی، په خپله یوه لیکنه کې داسې وايي:

«....د پښتو هره لنډۍ د غرض ټکی دی او په هره یوه کې بېلابېل مطلب پروت دی. لنډۍ د پښتو د ملي نظم یوه غوره او لویه حصه ده، چې د پښتنو د اصلي افکارو نمایندګي کوي» (رښتین، ۱۳۲۵ ل، ۲۹-۳۰ ص)

لنډۍ  د پښتو  ژبې او پښتون ولس ګرانبیه، قیمتي او ارزښتناکه، بې سارې او بډایه پانګه او د پښتنو  د کلیوالي،  ټولنیز  او عیني  ژوند د عاطفي رنگ او خوند او  د رزم، بزم، پښتني احساس او جذبې  رنګینه، رڼه او ځلندویه هېنداره او د  پښتني  ژوند د پوهې، مینې، احساساتو او حکمت هغه  بهانده چینه  ده،  چې  تر څو پښتون، پښتني  ژوند او پښتو  ژبه  ژوندی  وي  دا  چینه  به  نه  وچیږي  او لنډۍ  به  ژوندی  وي  او  د اوریدونکو  او لوستونکو د  زړونو د  هنري  مینې  تنده  به  داسې خړوبوي چې  بل هیڅ  ادبي  او  هنري ځېل او ژانر  به  په  داسې  یو لنډ او مانا  داره  فورم  کې  د  لنډیو  ځای  ډک  نه  کړي.

د دې خبرې  یادول  اړین  گڼم، د ساینس او تکنالوژی د پراختیا، ودې  او پر مختگ  سره  سم  له  نیکه مرغه لنډۍ چې  مخکې د کلیو او بانډو، د  دنگو دنگو غرونو په شنو  او  مستو  لمنو کې  او د شنو درو او په لویو، پراښو او شنو دښتو کې او د رنگارنگو  غوړیدونکو ښایسته گلونو  د  نندارو  په بنډارو کې، په  گودرونو کې، د نښترو او چنارونو  د  دنگې  دنگې  او شنې  ونې تر لاندې،  په  شنو، زرغونو او سمسورو باغونو کې، په  شنو درو،  پولو او پټیو کې، د  چینو،  مستو او څپاندو  سیندونو او ځړوبي  (ابشارونو ) د رڼو  اوبو  د  مناظرو تر څنگ، د کوچیانو د کېږدی اړخ  ته،  د شپون  په  شپیلیو کې، د  بڼوالو  په  شنو  درو کې  او همداسې  د  پښتنو  په کلیوالو  سیمو کې،  په  ښځینوو بڼدارو کې،  د نارینوو په  حجرو او  د ټنگ ټکور په  بزمو او مجلسو کې  په  شفاهي  ډول  د پښتنو په  منځ  کې خوله  په  خوله  او سینه  په  سینه یو بل ته  لېږدول کیدلې خو اوسمهال له خولو  او سینو نه  قلمونو، کتابونو، ښوونځیو، پوهنځیو ته،  ښاري  ژوند ته، مطبوعاتو او ټولنیزو شبکو، رادیو او تلویزونونو، کمپیوترونو، سایتونو، فیسبوکونو او تویترونو ته لاره  پرانیستې ده.

  لنډۍ چې د ملي او ادبي پانګې یوه لویه برخه جوړوي، په پښتو ژبه کې  يوه لنډه سندره  ده، چې  پر  انساني  احساساتو او عواطفو  ډیر  ژور  او د پام   وړ  اغیز لري  او  په  خپله  لمن  کې  يې  د  ورځني  او  ټولنیز ژوند مهمې او بیلابیلې پدیدې، پېښې او حوادث، په  زړه پورې  ټولنیز او اخلاقي اهداف او موضوعات،  مفاهیم  او مضامین په ډیر ښکلي، هنري او ادبي بڼه  انځور کړې دي. همدا  وجه ده  چې د هرې ورځې  په تیریدو سره د لنډیو سپیڅلی ښکلاییز ذوق، تخلیقي ځواک، ژبني، ادبي او هنري ښکلا او ارزښتونه، معنوي لوړتیا  او ادبي پانگه درنه او بډایه کېږي، او د راتلونکو نسلونو معنوي، ادبي او روحي تنده په اغېزمنه توگه  خړوبوي.

 فولکلوریستان په سندرو کې لنډۍ او په نثرونو کې نکلونو ته ډیر ارزښت ورکوي. لنډۍ او نکلونه په پښتني ټولنه، ادبي او ملي اثارو کې تر ټولو ځانګړي او خوندور ادبي او هنري ځېلونه او ژانرونه دي.

د ادب  او فرهنگ  گرانو مینه  والو،   شاعر  وایي :

ستا د ښایست  گلونه  ډېر  دي           لمن  مې تنگه  زه به کوم کوم ټولومه.

د پورتنیو خبرو پر لاسوند ما یو شمیر رنګارنګ او بېلابېلې لنډۍ غوره کړې دي ستاسو د ادب او هنر درنو مینه والو ته یې  وړاندې کوم. هیله من یم چې په لوستلو او لیدلو یې ستاسو ادبي او هنري تنده پرې خړوبه شي.

 

غوره او انتخابي لنډۍ

حماسي او رزمي لنډۍ:په حماسي او رزمي لنډیو او شعرونو کې د جګړې، تُورې، پت او مېړانې، سرښندنې، ویاړنې،  زړورتیا، ننګ او غیرت، پښتونولۍ، د ازادۍ، خپلواکۍ او ملي موخو او نورو اوچتو صفتونو او ویاړنو او د هیواد او هیواد والو سره د ژورې مینې موضوعات، مضامین او مفاهیم په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور شوې دي. دبېلګې په توګه دا لندۍ ګورو:

که په میوند کې شهید نه شوې           خدایږو لالیه بې ننکۍ ته دې ساتینه

***

خال به ديار له وينو كښيږدم           چې شينكي باغ كې گل گلاب وشرموينه

***

وطن  مې   بڼ  دی  د  سرو گلو           زه  يي  بلبل  د گل   پر  بڼ  نارې  وهمه

***

وطن  جنت  ډاگ  يي  گلونه           زه  بد نصیب  یم  له  وطنه  جدا  شومه

***

وطن  زما  زه  د  وطن  یم           ما د  وطن  په  ننگ  همیش  کړي  جنگونه

***

په ناموس ننګ په وطن جنګ دی          د وطن جنګ ته په غورځنګ ورځه میینه

***

ارمان  ارمان  خپله  وطنه           د  خپل  وطن  جامې  مې  ولویدې  له  تنه

***

وطن  زما  د تن  جامه  ده           د  تن جامه  به  لکه  گل  غوندې  ساتمه

***

وطنه  ستا په  مینه  مست  یم           که ستا په  مینه  مې  سر ځي  لوبې  پرې  کړمه

***

 وطنه ستا نه  قربانېږم           اوسه  لمن کې دې تازه  شکلي گلونه

***

وطنه   زه   درته  دوعا  کړم           رب  دې  په  تا  لري  تر عمره  بهارونه

***

زما نه پاتې شوې وطنه!           که چنارونه دې لونګ شي څه به یې کړمه

***

جانانه خپل وطن ته  راشه           پردی  وطن د مېړو قدر کموینه

***

په خپل وطن مې مورې ښخ کړئ           په بل وطن کې ځمکه ځای نه راکوینه

***                                              

وطنه! نور چې خپه نه شې           ځوانان لا پریږده، دنګې پیغلې دې ساتینه

***

وطن زموږ ننک ناموس دی           په لویشته ،لویشته يې خپل سر قربانومه

***

وطن دسرو ګلونو باغ دی           دزړه په وینو یې ګلان اوبه کومه

***

ځان د وطن جنګ کې شهید کړه        چې جنازه دې د آسمان پرښتې وړینه

***

د وطن جنګ ته ځان تیار که          یا به سر بایلې یا به لاندې کړې ملکونه

***

خاونده سل ځله ژوند راکړې           چې د وطن په مینه سل ځله مړ شمه

*** 

بې ننګي مه کوه جانانه          په بې ننګۍ جنګونه چا ګټلي دینه

***

 په  وطن  ننگ  وکړه  شهید شه           تاریخ  به  ستا  په  نامه  تل  فخر کوینه

***

په  وطن  ننگ  وکړه  شهید شه          تاریخ به ستا په ننګ ناموس فخر کوینه

*** 

په  وطن  ننگ  وکړه  شهید شه           چې همیشه به د جنت کوې سیلونه

***

خلکو له مانه گیله  مکړئ           د  وطن  مینه کې  زه  روغ  لیونی  شومه

***

که تور اوربل می میراتیږي           په وطن ننګ دی جانان مې نه منع کومه

***

جانان مې سر  په  وطن  کیښود           په تار د  زولفو به کفن  ورته ګنډمه

*** 

ځان د وطن جنګ کې شهید کړه           چې جنازه دې د آسمان پرښتې وړینه

*** 

ځلمي ولاړ تُوره تر ملا دي         غزا له ځي پخپل وطن سر ورکوینه

*** 

د وطن جنګ ته ځان تیار که          یا به سر بایلې یا به لاندې کړې ملکونه

*** 

ته راته شمع زه پتنګ یم         وطنه! ستا په سر به تل کوم ننګونه

***

ارمان  دې  نه  کړي  هغه ميندې           چې خپــــل اولاد  د  وطــن  زيار ته لويوينه

***

د  لـــويو  غـــــرو  سيل  مې  وکړ           اوس مي  يـــاديږي د  شينکي  وطن  باغونه

***

خدای  مــــې  دې  درولي  وطنه           دا  څه  ژوندون دی چې  بې  تا  ږدم  قدمونه

***

 څوک د وطن  په  ننګ  شهید  شو           چا  د شهید په  وینو  جوړ کړل  بلډینګونه

***

که په وطن دې سر ور نه کړ        زه به دا پاکې شودې نه در وبښمه

*** 

زه د وطن وطن زما دی        د شهادت په مرتبه فخر کومه

*** 

زه د وطن د باغ ملیار یم         په خپلو سرو وینو به یې تل اوبه کومه

*** 

په درست جهان به دې ور نه کړم         وطنه هېچېرې دې ساری نه وینمه

*** 

که د وطن په ننګ شهید شوې          بیا به دې نجونې د مزار سلام کوینه

***

د ازادۍ سندرې وایم          چې ځوانان ملا وتړي جنګ ته تیار شینه

***

د ازادۍ په لار کې مړ شه         چې جنازه  دې د اسمان ملکې وړینه

***

د آزادۍ په مرګ خوشحال یم        د غلامۍ ژوندون که ډېر وي ورک دې شینه

***

د آزادۍ په زنکدن کې         یمه خوشحال غلامي کله قبلومه

***

د آزادۍ په ناوې جنګ دی        ځلمي په مینه کې سرونه ورکوینه

***

د آزادۍ سندرې وایم        چې ځلمي ملا وتړي جنګ ته تیار شینه

***

د آزادۍ معشوقه وایي        د غلامۍ یار ته خولګۍ نه ورکومه

***

د آزادۍ نه ځان قربان کړه        چې هر سهار نجونې زیارت لره درځینه

***

یو خواته ننګ بل خواته مرګ دی          مرګ مې قبول دی بې ننګي نه قبلومه

***

ټوټې، ټوټې په تُورو راشې           د بې ننګۍ  آواز  دې  رامشه میينه   

*** 

پرهر، پرهر په تُوره  راشې           چې  پرهرونه  دې ګنډم خوله  درکومه

***

په تُورو  ټوک ټوک شې مړ مشې           چې پرهرونه  دې ګنډم خوله درکومه

***

په دښمن ځان ټوکر ټوکر کړه          بیا به د سرو شونډو ملهم درباندې ږدمه

***

د تُورو ننګ د ننګ میدان دی          شمه بلېږي د عشق اور تازه کوینه

***

بری به راوړي که خدای کاندې          زلمي د ننګ جامې په تن میدان ته ځینه

***

بری به مومې زړه دې کلک کړه         په بې زړه توب باندې بری نشته میینه

***

د تُورې وار راباندې وکړه        راته رانه کړې د بې پتو پیغورونه

***

تُوري به نکړو  نو  به څه کړو           چې  مو شيدې  د پښتنې  رودلي دينه

***

تُورې په خرپ وهیٔ ځوانانو         د بابا ملک دی په سرو وینو یې ساتونه

*** 

تُورې په خرڅ وهیٔ ځوانانو           هیواد مو خپل دی په سرو وینو بې ساتونه

*** 

تُورې په خرڅ وهیٔ یارانو         دنیا فاني ده بیا به وکړیٔ ارمانونه

***

تُوره به کړې بری به راوړې          که بری نه وي ځوانان تل په تُوره مرینه

*** 

تُوره به کړم ماتې به نه کړم        که خپل اشنا راسره یو ځای وي میینه

*** 

تُوره به نه کړې نو به څه کړې        چې سپین مړوند دې زه تر سر لاندې کومه

*** 

تُوره په لاس بوړی په غاړه          جانان ولاړ دی د میوند غزا له ځینه

*** 

تُوره په لاس ټوپک په غاړه         سترګې مې دواړه ستا په لور نیولې دینه

*** 

تُوره په لاس نن غماز راغی        وې که د یار دیدن کوې سر به دې ځینه

*** 

تُوره په وینو هلک راغی          ځکه یې تُوره په سرو شونډو پاکومه

*** 

تُورې  په  خرپ  وهئ  ځوانانو           د  بابا  ملک  دی  په سرو  وينو ئې ساتونه

*** 

تُوره دښمن ته په کارېږي          دلبره ستا سترګې دوستان قلموینه

***

ټوټې ټوتې په تُورو راشې           د بې ننګۍ آواز دې رامشه ميینه

***

په وینو رنګ تُوره دې راوړه           راشه په سرو شونډو به يې زه در پاکومه

***

پر سپین میدان به در سره یم          زه پښتنه له توُرو  نه تښتم میینه

***

جانان به ولې تُوره نه کړي           تر نيمايي مورچله زه ور سره ځمه

***

تُوره په وینو هلک راغی           ځکه يې تُوره په سرو شونډو پاکومه

***

تُوره وهم بې ننګه نه یم           نن مې دښمن لره وهلي سنګرونه

***

تُوره کول درسره بویه           که دې په کار وي چې ځوانان دې یادوونه

***

تُوره زما د پلار منصب دی           دا نور عالم چې لافې کړي خندا راځینه

*** 

د تُورو ننګ د ننګ میدان دی          شمه بلېږي د عشق اور  تازه کوینه

***

په دنیا دوه شیه مزه کا          یا سپینه خوله یا د بوړي ټوپک غږونه

***

ځوانانو  پاڅئ   تُوره   واخلئ           په  وطن  جنگ  دی  غلیمان   راغلې  دینه

*** 

تُورې وهـــــــه بری بـــــه  مومې           که بـــری نـه وي ځوانان تل په تُورو مرينه

*** 

په تور ټوپک ویشتلی راشې           د بې ننګۍ احوال دې مه راځه میینه

***

په تور دکن دې څلی جوړ شه           د بې ننګۍ اواز دې را مه شه میینه

***

چې د پښتون د تُوری شرنګ شي           د جنګ ميدان کې غليم لاره ورکوينه

***

پښتون به ولې تُورې نه کا         چې د مېړانې نوم یې تللی پر ملکونو

***

پښتانه واړه شنه زمریان دي         چې ځای یې راشي په سیالۍ تُورې وهینه

*** 

د پښتنو زلمي زړور دي             تر خپل سر تیر وي بې ننګۍ نه قبلوینه

*** 

پښتون په تُوره کې پیدا دی        په تُوره لوی دی هم به مړ په تُوره شینه

*** 

اشنا مې جنګ کې تُوره وکړه           ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته يمه

***

 ته په سنګر کې ځان شهید کړه          زه به ټیکری ستا په زیارت وغوړومه

***

كه مې اشنا په دښمن مات كړل سنگرونه            د نتكۍ لال به پرې خيرات كړم

*** 

د ننګ غیرت میدان کې مړ شې         چې جینکۍ دې په ګودر صفت کوینه

*** 

د ننګیالي جانان دپاره          زه دواړه لاسه په نکریزو سره کومه

*** 

چې د غليم په وينو سره كاندي لاسونه               تر توريالي میين به جار شم 

***

په وینو سور لکه  ګلاب  شه           پښتنې ناوې  به  دې تور  اوربل کې  ږدینه

***

خدايه بې ننګه اولاد ورک کړې            چې ننګ ناموس د مور او پلار بربادوينه

***

پښتانه ټوله یو ټبر دی         په ورځ د جنګ کې په سیالۍ سر ورکوینه

*** 

پښتانه واړه سره یو دي         ورک دې نفاق شي چې به دوی جلا کوینه

***

پښتانه واړه شنه زمریان دي         چې ځای یې راشي په سیالۍ توُرې وهینه

***

پښتنو بیا پګړۍ کږې کړې         پر دښمنانو به جوړ کړي ناتارونه

***

پښتنو سرومال قربان کیٔ          چې خپله مینه مو پردۍ نشي میینه

*** 

پښتون په پت باندې پشتون دی           د پت نشان به تل اوچت په جهان وینه

*** 

پښتون د جنګ په ډګر مړ شو         پښتنې نجونې یې په وینو ږدي خالونه

***

پښتون به ولې تُورې نه کا          چې د مېړانې نوم یې تللی پر ملکونه

***

پښتون په تُوره کې پیدا دی          په تُوره لوی دی هم به مړ په تُوره شینه

***

پښتونستان کې غول غولې شوې         زلمیان ټولېږي په وطن سر ورکوینه

***

پښتون غیرت د پښتو غواړي          کار د پښتون دی بې همت مه شې میینه

***

پښتو کوه که ته پښتون یې          ما پر پښتو باندې ګاللي دي غمونه

*** 

پښتو کوه که ته پښتون یې          ما په پښتو باندې پښتۍ ورکړې دینه

***

پښتنې پېغلې خوشحالي کا          چې زلمیان کاندي د انګریز سره جنګونه

*** 

پښتونستانه آباد اوسې         څو چې پښتون په دنیا وي تا به ساتینه

*** 

پښتونه تُوره، کمال ستا دی          ته د زمري په څېر، میدان ته شه میینه

***

اوس به خولګۍ درځنې جار کړم        چې د پښتون په ننګ دې وکړه شوګیرونه

***

پښتون غیرت د  پښتو غواړي         کار د پښتون دی بې همت نه شې میینه

*** 

سر مې له تن څخه جلا کړئ           که مې پګړۍ د بې ننګۍ تړلې وینه

*** 

تر توریالي میین مې جار شم          چه د غلیم په وینو سره کاندې لاسونه

*** 

تر دا کږې پګړۍ دې جار شم           د دښمن وینې تویوه ګرانه میینه

***

چې پښــــتانه پکې اوسیږي           زړګی مې غواړي چې پرې وشیندم ګلونه

***

پاس  په  سنگر ټکونه  وشول           میړونه  مري،  موزیان به روغ کور ته راځینه

***

سبا لا لمر ختلی نه و           زما جانان سنګر ته ځي اتڼ کوينه

***

د پاکۍ لال به ترې قربان کړم           که مې اشنا پر دښمن مات کړل سنګرونه

***

په تور ټوپک ویشتلئ راسې!           د بې ننګۍ احوال دې مه راځه میینه

***

په خیر خو راغلې ستړی مه شې          غازي جانانه اوس خو ټوله د ستا یمه

*** 

په خیر راغلې! په خیر راشې!          چې د دښمن په مخ کې خړ نه شوې میینه

***

غاړه غړۍ به در قربان کړم           که دې د جنګ پر ډګر وکړل یرغلونه

***

بالښت د خاورو سر ته کیږده           بې ننګ ته نه ږدم د سر لاندې بالښتونه

***

بالښت د زلفو مې ساتلی           د غیرتي اشنا د سر لاندې يې ږدمه

***


که بریالی له جنګه راغلې           دا تور اوربل به له تا جار کړم میینه

***

که په زلمو کې بریالی شوې           قسم مې کړی د یارۍ لاس درکومه

***

جانان له جنګه په شا راغی           په پرونۍ  ورکړې خوله  پښيمانه شومه

*** 

جانانه ملا وتړه جنګ دی         د وطن ننګ دی پر دښمن وکړه تاختونه

*** 

جګړې ته ما در سره بوزه         چې دې په څنګ کې کومکي ولاړه یمه

***

په مورچل هغه زلمي خېژي         چې یا مین وي یا یې پېغله ناسته وینه

***

ته په سنګر کې ځان شهيد کړه           زه به خپل شال ستا په  زيارت  وغوړومه

***

که نامردي دې جنګ کې وکړه           لکه د ښځو  به ټيکرۍ در په سر کړمه

***

جانانه جنګ ته ځان تیار کړه             د مرچل سر ته به آس زه در خېږومه

*** 

جانانه جنګ نه پر شا نه شې          چې د همزولو را له نه شي پېغورونه

*** 

جانانه جنګ کې تُوره وکړه        چې د همزولو  د خندا نه شم میینه

*** 

جانانه ځه د وطن جنګ دی         د پښتو ننګ دی پر دښمن وکړه تاختونه

***

د  پښتنو  ځلمي  زړه  ور دي           تر خپل سر تير دي  بې ننگي نه  قبلوينه

***

پښتون د جنګ په ډګر مړ شو           پښتنې نجونې ئې  په وينو  ږدي خالونه

***

جانانه ښه شو چې ټپي شوې           زه (اوس) به دا خپله غاړه هسکه ګرځومه

***

جنگونه  څومره  زورور  دي           چې  زړه  له  زړه او یار له یاره  بیلوینه

***

چې جنګ ته ځې خولګۍ مې واخله            چې تږی نه شې د جګړې په میدانونه

***

 جانانه داسې وخت به راشي           چي ټوپک واخلو لاس تر لاس مورچل ته ځونه

***

چې جنګ ته ځې ما درسره کړه           تشې ګولۍ به دې په جنګ کې ډکومه

***

کور  دې  سپیرهٔ  شه  ټوپکیه           چې دې  سپیرهٔ کړل  د کابل  شینکي  باغونه

***

خاونده بیا د سکر غږ شـــــــو           ور سره سم  بیا کابـــل جان  ژړا کـــویـــــنـــه

***

چیرته لندن چیرته چترال دی           بې ننګي زور شوه انګریزان چترال ته ځینه

***

توپک راواخله ‌ډز پرې وکړه           په کور او کلي شورویان راغلي دینه

***

د شوروي لښکرې راغلې           جانانه پریږده نور د سره پالنګ خوبونه

***

تر راکټي جانان مې جار کړې           پر سړک وینم د روسانو وران ټانګونه

***

وطن ګټلی رانه نه شي           روسیه ولې ورانوې ودان کورونه

***

د امریکا عسکرو ورک شئ           جانان مې نه کوي په غیږه کې خوبونه

***

په نیمه شپه طیارې ګرځي           الله دې خیر کړي چې چاپه به چیرته وینه

***

پر  کابل  ږیرې  راغلې  خدایه           بیا به  تالا کړي  تورپیکي  هسک  اورمیــــږونه

***

کابل ته مه وایه چې وران شې         پکې پراته دی پښتانه د ننګ میړونه

*** 

کابل ته مه وایه چې وران شې          پکې پراته دي ښه ځوانان کاږه بریتونه

*** 

د ږیرورو  لښکر راغی           تیارې خورې  شوې، رڼا  اوښکې تویوینه

***

غیرت  دې  ښه  راته  معلوم  دی           په  جهادي  بریتو  دې مه وهه لاسونه

***

ځوانانو لوست  ته  ځان  چمتو  کړئ           تیاره  خوریږي   ټوپکیان  راغلي  دینه

***

راځئ  چې  نوره  جگړه  بس  کړو           د جگړې  اور  ښکلي  ځوانان  تباه کوینه


***

ځوانان یې ګور ته روان کړي           میندې یې ناستې په سر خاورې بادوینه

***

غم خو دې نه وي، جنگ دې نه وي           څومره جنگونه، څومره  وگالو غمونه

***

په  ژړا هغه خلک  ژاړي           چې د محفل  ياران  يې تورې خاورې  شينه

***

ټوپک سینگار  د ځوانۍ  نه  دی           اوس  له  زلمو  سره  قلم  مزه کوینه

***

قلم   را  واخلئ  ټوپک  کیږدئ           چې له  دنیا سره  قدم   پر قدم  ځونه

***

خدایه هغه ساعت به کوم وي           چې ټول ځوانان  سره  په سوله  رضا  شینه

***

ځوانانو  راشئ  سوله  وکړو           سوله  کې  وزي  د  ځوانانو ارمانونه

***

ځوانانو  وخت  د  جگړې  نه  دی           وخت  دی  د  سولې  چې  وطن  آباده  شینه

***

ځوانانو  خپل  وطن  آباد  کړئ           د  هیواد  پیغلې  به  سلام  درته کوینه

***

افغانه  پورته شه لاس  راکړه           په  وینو سره  ځوانان  مې  تور لحد  ته  وړینه

***

افغانه  پورته  شه  لاس  راکړه           تنکي ځوانان  یې  په  بمو  وژلې  دینه

***

همداسې نورې لنډۍ...

ښځینه لنډۍ: په ښځینه وو لنډیو کې د میرمنو د ټولنیز ژوند او د لوړو انساني احساساتو، عالي صفاتو او ارزښتونو بېلابېل اړخونه او د پښتنې ښځې د سپېڅلي ښکلاییز ذوق، د حسن او هنري ښکلا انځورونه او د خپل میین سره د ژورې مینې راز او نیاز، سوز او ګداز، د پښتني میړانې عالي معیارونه، د تُورې، ننګ، غیرت، شرافت او پښتونولۍ رنګارنګ انځورونه په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه بیان شوې دي.

د بېلګې په توګه دا لنډۍ ګورو:

سپوږمیه سر وهه را خېژه           یار مې د ګلو لو کوي، ګوتې رېبینه

***

او یا:

سپوږميه((کړنگ)) وهه راخېژه           يار مې د گلو لو کوي، گوتې رېبينه

***

مازدیګری دی، ښېرې مه کړه           ته به د ناز ښېرې کوې، رښتیا به شینه

***

سپینې سپوږمۍ ته به خوله درکم          د کلا سیوري ته مې مه بیایه ډارنه

***


سپوږمۍ سلام به درته وکړم           جانان مې مه رسوا کوه ماله راځينه

***

سپوږمۍ تا ته دې سلام وي          تا به زما جانان ته ډېر کتلې وینه

***

سپينې سپوږمۍ ته شه خوله واخله           چې تور پېكى په تندي كوږ نه كړې ميینه

***

سپينې سپوږمۍ حال  راته  وايه           چې مې جانان  مجلس د چا سره کوينه

***

سپوږمۍ په غره راپورته کېږه          چې مساپر په سین ګډېږي غرق به شینه

***

سپوژمیه بیا چې ته راخېژې           په ما به کوټ وي د خاورو درمندونه

***

زه چې د یار غیږې ته لاړم          سپینې سپوږمۍ راپسې لیټ ولګونه

***

که دې زما دیدن یادېږي           سپوږمۍ ته ګوره زه په بام ولاړه یمه

***

ما د اسمان سپينه سپوږمۍ كړې           چې د جانان په كېږدۍ تل ولاړه يمه

***

اسمان شین خال مې د جانان دی          زه یې بورا پر شینکي خال وزر وهم

***

ارمان ارمان سپینې سپوږمیه           سلام مې وروړه  د همزولو تر کېږدیه

***

یار مې سپوږمۍ مینه یې لمر دی        سپوږمۍ د شپې لمر خو په ورځ راسره وینه

***  

پاس په اسمان کې ستوري ښکاري           اشنا  ویدۀ  دی ما یې  وکړل  دیدنونه

***

پاس د اسمان ستورو ته ګوره          پر تا مې دومره دي د سپینې خولې پورونه

***

جانان مې ستوری د اسمان شو         تمام جهان یې د سپين مخ دیدن کوینه 

***

جانان مې ستوری د اسمان دی           نه ورختی شم نه مې زړه صبر کوينه

***

جانان مې ګل له لاسه نه اخلي         د اسمان ستوري مرکه پسې لېږمه

***

اسمان زما په نارو شین دی         زړګی مې خوړین دی چې جدا له یاره یمه

***

اسماني تندر شوې جانانه          په ما راپرې وتې ذرې ذرې دې کړمه

***

سترګې مې تورې په رنجو دي          بیا په نخرو دي څوک له ملکه ورکوینه

*** 

سترګې مې تا ته تورولې          چې ته رانغلې په سالو یې پاکومه

***

زما په سترګو کې دې کور دی           چې چېرته ګورم هلته تا وینم میینه

***

خمارو سترگو  دې  زخمي كړم           د خداى  د پاره  ما ته  مه  گوره  میينه

***

چې سترگې تورې کړم  شرمیږم           چې شونډې سرې کړم غمازان مې نه پرېږدینه

***

ښه ده چې سترګې مې وړې دي           كه چېرې غټې واى خوړلې به دې ومه

***

 په غټو سترگو دې میين  شوم           ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ  ځينه

***

زما په سترګو كې دې ګل شي           چې زه به يې ستا په مينه بل ته واړومه

***

سترګې کجکول کړه دیدن واخله           ملنګه یاره په بانه راغلې یمه

***

سترګې به هر چا تورولې           په دې دله مالت كې زه په ګوته شومه

***

سترګې مې مه پټوئ خلكو           روح مې معطل دى بې وفا جانان راځينه

***

سترګې مې زړه ته په ژړا شوې           میين خو ته يې اوښكې مونګه تويونه

***

د تورو سترگو دیدن  راکړه            راباندې جوړ کړه بیا د خاورو امبارونه

***

د سترګو جنګ دی  ورته ټینګ شه          کاږه  واږه  باڼه په  زړه  ویشتل کوینه

***

په سترګو ړوند شې راته ګوره           په ښایسته اوربل مې ایښي دي لاسونه

***

په سترګو ړوند شې راته ګوره           په تش کاته به دې څوک نه حلالوینه

***

په سترګو ړوند شې راته ګوره         په چار کونجه اوربل مې ایښي دي لاسونه

***

سترګې دې ووزه راته ګوره         تر سالو لاندې لکه ګل ولاړه یمه

***

د سترګې ټول نظر په ما که           لکه ویشتلې زرکه ګوښې ناسته یمه

***

سترګې دې زړه ته رانږدې که           چې په کې ووینې د سرو وینو ډنډونه

***

سترګې مې تاته تورولې           چې ته رانغلې په سرو اوښکو یې مینځمه

***

د ورځې تورې سترګې ګرځم           د شپې په لپو، لپو اوښکې تویومه

***

يار مې  په  شنو سترگو ميین  دی           زه  به  دا تورې  سترگې  چيرې  بدلومه

*** 

اوس بهٔ دې یو موټی ایرې کړم           که خماري سترګې پهٔ ناز در واړومه

***

په تور اوربل مې جنګ جوړيږي          زما بې غوره ياره ځه چې ترينه ځونه

***

اوربل مې جګ کړه خال مې چپ کړه          د جنت ګل دی پرې تازه به شې میینه

***

اوربل مې جګ کړه خال مې ګوره          د جنت ګل دی پرې تازه به شې میینه

***

تر دې کږې پګړۍ دې جار شم          تړلې تا ده په خیال زه در سره ځمه

*** 

د روغيدو تمه مې نه شته           جانان په غشو د بڼو ويشتلی یمه

 ***

هلکه ځه ډېر په نخرو ځه           په لویو غرو ځه چې شملې دې باد وهینه

***

باد دې پټکی له سره یوسه           چې دا خیالي څڼې دې ګډې وډې شینه

***

پګــړۍ کـږه تـړه جانانه           يو خو ښه ايسې بل ئې پيغلې خوښوينه

*** 

تر مُشادۍ لونګۍ د جار شم           په سر د ستا ده مزه ما ته راکوینه

***

تردې خيالي ځوانۍ دې ځار شم           درکړې خدای ده مينه زه درباندې کړمه

***

څڼې دې پریوتې په وروځو          پټکۍ دې سم کړه په زړګي دې وویشتمه

***

پر تور پیکي دې خاورې واوړه         روغه نجلۍ وم لیونۍ دې کړم میینه

**

رب دې زما د باغچې ګل کړه         چې هر سهار دې په دیدن خړوبه ومه 

***

ماته په بریتو کې مسکی شو          مورې راوکړه  اوس د صبر تاویزونه

*** 

ته مسلمان شه خوله دې راکړه          نامرده پرېږده د هندوانو مجلسونه

***

په دیدن مینه نه ماتېږي        څو چې تر هسکې غاړې تاو نه کړي لاسونه

***

ټينګه مې مه نيسه پۀ غېږ کې            تي مې واړۀ دي سږنۍ بالغه يمه

***

سر په کږه څنګله کېږده         مخ مې راستون کړه ښکلوه شینکي خالونه

*** 

د اسمان ستوری شوې جانانه        د ورځې ورک شې په ماښام دې ووینمه

***

د اشنا مینه زلزله ده        زما یې وران کړه د زړګي نري برجونه

*** 

ټینګه مې مه نیسه په غېږ کې         ستړې ستومانه له واده راغلې یمه

***

د غره لمنه راته نیسه        زه جینکیو سره غاټولو پسې ځمه

***

مازدیګر چېرې وې لوی مه شې         خورې ورې زلفې پر بام ولاړه ومه

***

جانانه روغ به لیونی شې          که د اوربل د پاسه کېږدم ژیړ ګلونه

***

كه  مې ته  روغ  لېونى  نه كړئ           نور مې  د بنگو پياله  مه  بوله  ميینه

*** 

بيگانۍ  شپه  به بيا را نشي           چې درسته  شپه  د يار  په  غېږ کې  شرنگېدمه

*** 

چې ستا وصال مې را په یاد شي         د خندا ډکه خوله زما په ژړا شینه

*** 

چې مې جانان پکې اوسېږي          مولا دې هغه وطن ګل وګلزار کړینه 

 *** 

چې مې جانان پکې اوسېږي         خدایه ګلزار کړې هغه زمکې اسمانونه         

***

جانان  د شونډو  وعده  راکړه           اوس مې له خولې  ورته اوبه روانې دینه

***

جانانه فکر پکې وکړه           مينه سور اور دی وارخطا نشې میينه

***

جانانه ستا مزګۍ نشته           زما همځولي زانګو ګانې زنګوينه

***

چې په لستوڼې کې  خوله غواړې           لستوڼی تنګ دی، ګلمیخۍ نارې وهینه

***

خوله مې د څټ له لوري واخله          چې خماري سترګې په څنګ در واړومه

*** 

بریتونه تاو کړه خوله مې واخله         په نا تاو کړو بریتونو خوله نه درکومه

*** 

له ما نه خوب کې خولګی واخله         له پیغلتوبه ارماني راغلې یمه

*** 

خوله مې خرما زلفې مې څانګې          چې خرما خورې څانګې یې ټیټې کړه میینه

***

یار مې توت کې خولګی غواړي          زه د شاخو په سر ورځم خوله ورکومه

***

جانان په زین کې راته کوږ شو          د پښو ګوتې لګوم خوله ورکومه

***

بوټي راټول کړئ  اور پرې  بل کړئ           زموږ دستور دی  په رڼا خوله ورکوونه

***

زما په  تشه  خندا مسته           كه خوله  مې  دركړه  لېونى  به  شې  میينه

***

پۀ ما دې څۀ کړې بلا ده          پر مخ مې غبرګې اوښکې ځي خوله درکومه

***

زما اشنا نادان هلک دی           چې خولګۍ ورکړم په صحرا وايي حالونه

*** 

په انار باغ کې دې خوله راکړه         که شوې پښېمانه شین توتي شاهد لرمه

*** 

له ملکه ځمه خولګۍ راکړه         مدام به نه وي ستا ځواني زما سوالونه

*** 

جانانه راشه چې خوله درکړم        ماښام مې مړ په خوب لیدلې وبیرېدمه

*** 

جانانه راشه چې خوله درکړم         بیا به ګیله کړې لیلی خوله نه راکوینه

***

جانان په ګلو کې ویده دی      دسپینې خولې شبنم به زه پرې اورومه

***

جانانه بد مې اموخته کړې        چې خوله در نه کړم مرور ګرزې میینه

***

جانانه خدای ته ګوره مه ځه           دا سپینه خوله به هره شپه  درکوم

***

تیرا ته لاړ شه بوړی  راوړه          زما په سپینه خوله به وشي جنجالونه

***

جانانه غلی غلی ګورې           يا دې څه ورک دي يا دې زه ليدلې يمه

*** 

جانانه ولې لېونی شوې           په لاره ځې په تيګو ولې زيارتونه

***

جانانه چېرته رانه لاړې           زه خو زیارت په زیارت ځم تا لټومه

 ***

جانانه ويښ يې که ويده يې           ستا په کوڅه مې لاس تړلې تېروينه

***

جانانه دومره په ما گران يې            چې ته روان يې زه دې شمارم قدمونه

***

 جانان مې ګل د بیابان وُ        لکه شبنم پرې وریدم تازه مې کنه

*** 

جانان مې ګل زه یې ډنډر یم          خاورې یې مه کړې د ډنډر د ښاخ ګلونه

*** 

 جانانه پاڅه ماته ګوره        شین خال پر زنه سلامي ولاړه یمه

*** 

جانانه ته خو داسې نه وي           د چا خبرې دې ضرور منلې دينه

***

جانانه راشه که ديدن کړې           د زنکدن خولې په ما راغلې دينه

***

جانانه راشه که راتلی شې           ښکلی بشر مې په کفن کې پټوينه

***

جانانه زېری مې درباندې           زمونږه کډه ستاسې کلي ته درځينه

***

جانانه جګه درته نه شوم         تر پښو مې لاندې شوو د زلفو تنابونه

***

پر خپل جانان مې زړه خوږېږي          چې پر دښتو به یادوي شینکي خالونه

***

جانانه راشه ځان اوبه کړه           زما په زنه خولې ډنډ ولاړې دینه

***

جانانه لاړ شه سودا راوړه           ماته نکریزې سلطاني راوړه میینه

***

جانانه لاړې مسافر شوې           کښت د لونګو به مې څوک ریبي میینه

***

جانانه هغه وخت در یاد کړه           چې لارې نه وې ګړنګو کې ګرځیدونه

***

تور لونګین په ژړا راغی          سپینه اوږۍ  په سینه ځای نه راکوینه

*** 

اوښکې بهٔ یې ولې نهٔ توېږي          چې قتل شوی څوک پهٔ تورو سترګو وینه

*** 

اوښکو د سترګو مې خوناب دي        پهٔ اور د هجر زړهٔ کباب مدام لرمه

***

اوښکې مې پرېږده چې بهېږي         زما د زړه چینې پهٔ جوش راغلې دینه

*** 

اوښکې مې ښې دي چې بهېږي         بار د غمونو مې د زړه نه کموینه

*** 

ایرې بهٔ ټولې په سر باد کړم          د مینې اور بهٔ دې پهٔ زړه کې وساتمه

*** 

اسمان کې ستورو غېږې ورکړې           ماته بې ننګه اشنا غېږ نه راکوینه

*** 

اسماني تندر شوې جانانه          په ما را پرې وتې ذرې ذرې دې کړمه

*** 

 پر چپرکټ راسره کښینه         پر صراحي غاړه مې واچوه لاسونه

*** 

 پر لارې ځم بدن مې رېږدي         رنځوره نه یم د یار غم مې رېږدوینه

*** 

پر لارې ځم سر مې زنګېږي          ما د اشنا د خولې ماجون خوړلي دینه

*** 

باغوانه مه ګرځه په باغ کې          غوټۍ شرمېږي مخ په پاڼو پټوینه

***

ځوانانو ځان ته کفن جوړ کړ           ما په دا سپینه خولګۍ ډیر وژلي دینه

***

زما لالی سنګ پارس دی          که ور په غاړه شم د سرو زرو به شمه

***

حسن خو ډېر دی په دنیا کې        د ناز خندا دې په لمبو وسوم میینه

  *** 

مینې دې داسې کانې وکړې        لکه قصاب په لاره ځم ګوتې شمېرمه

 *** 

د مینې اور مې په زړه بل دی         لوګی یې خېږي پرې اخر به لمبه شمه

 *** 

اس به مې ولې مستي نه کا         چې و سفر ته د جانان په لوري ځینه

***

اشنا مې بیا وطن ته راغی          زه په خندا یم نرۍ سترګې تورومه 

***

اشنا مې توت لاندې ویده ؤ            لکه باښه پرې شرنګیدم را ویښ مې کنه

***

اشنا مې ځي نه راستنېږي          که ورته کېږدم د سورکو شونډو سرونه

***

اشنا مې ګل د لاسه نه اخلي        د اسمان ستوري به جرګه ورته لېږمه

***

اشنا زما په ژړا خاندي         بې قدره اوشکې مې په مخ څپې وهینه

***

اشنا زما نه مخ پناه کړ         لکه سیسۍ د بې وسۍ نارې وهمه

***

اشنا سورګل د کوه طور دی         زه مرغلره د دریاب د غاړې یمه

***

اشنا مې نوی چلم کښ دی         د څېړۍ اور به په بيزوان ورته وروړمه

***

اشنا نوکر دی راتلی نشي          سپینه خولګی به په پاکټ کې ورلېږمه

***

ریباره ورشه ورته وایه          که د بدیو زور لرې درسره ځمه

***

زما د زړه په بازار جنګ دی          زړګی مې ریږدي وارخطا ولاړه یمه

***

بخته! د خدای دپاره راشه          چې په ما ورانه دنیا بیا اباده شینه

*** 

بدن دریاب زړه مې ګودر دی          د غم ولې پکې رګونه تللې دینه

*** 

پام کوه ځان ته غره نه شې           که ته چنار یې زه د صبر ونه یمه

*** 

پام کوه وار دې خطا نه شي           د ګلو څانګه دې پر سر ولاړه یمه

***

پر اور خو هلته سړی سوزي          چې یو میین وي بل پروا پرې نه کوینه

***

اوس به وطن په وینو رنګ کړم         که د خوږمن زړګي نه لرې کړم لاسونه

*** 

پر مخ مې پرخه د خولو ده         لکه شبنم چې د سهار پر ګلو وینه

*** 

پر وطن ستا د راتلو غږ شو        ما په خپل کور د ګلو فرش وغوړاونه

*** 

پیزوان پر جګه پوزه خوند کړي        لکه پر لوړ چینار چې واچوي ټالونه

*** 

پیزوان مې روڼ جوړ کړه زرګره        یار مې زلمی دی د پیزوان مینه کوینه

*** 

پیزوانه زیری مې درباندې        سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه

***

اوښانو بیا غاړې کږې کړې          چې پرې سپرې دي سپینې خولې ژیړ پیزوانونه

*** 

پېکی مې مه پرېکوه مورې        په سر پرېکړو ونو، نه کېني بازونه

***

په خوشالۍ راځه جانانه         زه تورې څڼې ستا د پاره جوړومه

***

په خوله دې نوم اخیستی نه شم           پټې سلګۍ دې په دیدن پسې کومه

*** 

اوس به خولګۍ درځنې جار کړم        چې د پښتون په ننګ دې  وکړه شوګیرونه

*** 

 په ذوالجلال مې  دې قسم وي         چې دې ونه وینم ژړا را له راځینه

***

اوښکې مې سیند غوندې بهېږي           بیا به د سیند د غاړې نه کومه سیلونه

***

 اوښکې مې ښې دي چې بهېږي          د یار غمونه مې د زړه نه کموینه

***

رباب زما په غېږ کې پروت دی         خوږې خبرې د جانان راته کوینه

***

ربابه مات شې دړې وړې          را یادوې اشنا په لرې وطنونه

*** 

ربابه دړې وړې مات شې          میین په ما دی پام په تا غلطوینه

***

په لاره تلم مړاوی ګل پروت وُ          ما د ځوانۍ لوبې پرې کړې تازه مې کنه

***

ټینګه مې ونیسه په غیږ کې         ما د بیلتون په سړوبي لمبلې دینه

***

په سپینه ږیره دومره مینه           په سترګو ړوند شې د لمسۍ په ځای دې یمه

***

زما دې سوي زړه ته ګوره           فکر دې خپل دی بیا به وکې ارمانونه

*** 

بې وفا یار مې زړه سوری کړ         په تور لحد کې به ښېرې ورته کومه

*** 

بې له جانانه په سره کټ کې         لکه چې ځای مې د دوزخ په منځ کې وینه

*** 

بې یاره باغ هیڅ په کار نه دی           باغ له اشنا سره راحت د زړه بخښینه

*** 

بیا به ارمان راپسې وکړې         څو ورځې یمه زړه مې ښه ساته میینه

*** 

بیا به ارمان راپسې وکړې          اوس مې د ښکلي مخ دیدن کوه چې ځمه

***

پۀ اشنايي دې نازېدمه           پۀ جدايي دې لکه ګل ورېژېدمه

*** 

اشنا په تلو کې بېرته ګوري          پهٔ پرهاري زړګي مې مالګې دوړوینه

*** 

اشنا دې تل خوشاله اوسي          که زما عمر وي پهٔ غم کې تېر به شینه

***

اشنا سور ګل د کوه طور دی          زه مرغلره د دریاب د غاړې یمه

*** 

اشنا نوکر دی راتلای نه شي          سپینه خولګۍ بهٔ پهٔ پاکټ کې ورلېږمه

*** 

اشنا مې بیا په ژړا راغی          چې ظالمانو ورته څهٔ ویلې دینه

*** 

اشنا سختۍ ته مې ټینګ شه          خپل اشنایان بې سختۍ  چا موندلي دینه

*** 

اندېښنې مه کوه صورته        چې اندېښنې د زړګي وینې وچوینه

*** 

پۀ ما دې څۀ کړي دي خدايه          چې نور دې ګل کړۀ زۀ غوټۍ ولاړه يمه

***

بیګا د اوښکو په دریاب کې          لامبو زن زړه راڅخه ورک شو مړ به وینه

***

زما د زړه بازاره وران شې          په تاکې بله سودا  نه شته بې له غمه

***

زما د سوي زړه له تاوه          په ځنګل اور ولګیده سوځي ګلونه

***

په ژړا نه ژاړم عالمه         زه له زخمي سترګو غمونه تویومه

***

زړه مې ستړی ستړی کیږي           یا مې مرګی دی یا ورکیږم له وطنه

***

چا راته وېل جانان دې تور دی           ما په رڼا لیدلی نه دی تور به وینه

***

بابا مې نۀ  درکوي  یاره           لاړ شه بابا باندې مې  وکړه  تاویزونه

***

په مور مې پټه جرګه وکړه          پلار مې نادار دی ما سودي ته ورکوینه

***

پاس په هوا راشه جانانه           لارې کوڅې له غمازانو ډکې دينه

***

 د امان باده یار ته وایه            د ځنکدن سلګۍ وهم تا یادومه

***

د صحرا باده راته وایه           زما لالی د کومو غرو مزل کوینه

***

بیګا دې باد راوړې خبرې           له ارمانجن زړګي مې پورته شوو اورونه

*** 

بیګا مې خوب لیده رښتیا شو         جانان په ویښه پر ما واچول لاسونه

*** 

بیګا مې خوب لیده عالمه           نیمه په کټ نیمه د یار په غېږ کې ومه

*** 

بیګا مې ستا لارې څارلې         چې ته رانغلې زه له غمه ویده شومه

*** 

اوس د پردي وطن ګلاب شوې           د باد څپېړې په مخ خورم تا یادومه

***

باده سبا کرار کرار ځه           یار مې د خوب په جوپه تللی ویښ به شینه

***

د تورو غرونو پنا یاره          دیدن د باد په مخ پرېږده چې راځینه

***

زه خو لا پټه پټه ژاړم          زما په اوښکو باندې باد کوکې وهینه

*** 

باران د اوښکو مې ورېږي         بې نیازه یار راته په زړه راکړل زخمونه

*** 

باران که اوري ودې اوري         زه د جانان دیدن ته خامخا ورځمه

***


ملا! آذان ته بیړه مه کړه            زه د اشنا په غېږ کې اوس ور ولوېدمه

*** 

چې نیمه شپه شوه ته رانغلې         بړستن مې اور شوه اندامونه مې سېزینه

*** 

خلک جوړه، جوړه ویدېږي           زه کم نصیبه یار په خوب لا نه وینمه

***

 ټیکۍ لیکم اوښکې مې څاڅي           د جانان غم مې په زړه ایښي دي لاسونه

***

یار مې په ټوکو نه پوهیږي           ما په خورو زلفو واهه مرور شونه

***

زما د زلفو ارمانجنه         اوس یې بالښت کړه پرې کوه د ناز خوبونه

***

سپینه خولګۍ به مې و نه خورې          که په بڼو باندې جارو کړم زیارتونه

***

سوال دې په کوم زیارت قبول شو         اوښکې مې لپې لپې ځي خوله درکومه

***

آه مې طوفان اوښکې دریاب شوې          جهاز زما و ستا د صبر ډوبوینه

***


زما د مینې یار ملنګ شو           اوس به دیرې د ملنګانو لټومه

***

بیګا دې نیمه خولګۍ راکړه         ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه

***

اول وړه ومه لیونۍ وم         د سپینې خولې د قدره څه خبره ومه

*** 

خوله به د خدای په رضا درکړم           منګی مې ولې چړپوې لنده دې کړمه

***

لالیه خوار شې ډمه نه یم          د زړه له درده ستا واده کې ګډیدمه

***

چې زه کور نه یم ته را مه شې           تا له به کور په بڼو څوک جارو کوینه

***

څیرې ګرېوان د ګل په شان یم        اوښکې سهار لکه شبنم پرې ورومه

*** 

ځان لیونی کړه تر ما راشه         د لیونیانو لارې چا نیولې دینه

*** 

ځان لیونی که تر ما راشه           در له به در کړم د سرو شونډو جامونه

***

ځان لیونی کړه تر ما راشه          په لیونتوب به زما وکړې دیدنونه

*** 

له هغې ورځې چې ته  نه یې           پر ما انبار دي د ګرد کلي  پیغورونه

***  

ته په شنو خالو میین یې          زه دې دا غوړو څڼو  وخوړم میینه

*** 

ټینګه مې مه نیسه په غېږ کې           سبا به بوی د لونګین درځنې ځینه

***

په ګل ګلاب دې وویشتمه           تر لاس دې جار شم رقیبانو ولیدمه

***

خدای دې زما د چای پیاله کړه           چې هر سهار دې په سرو شونډو ښکلومه

***

امیره ستا نوکران ډېر دي           د سپینې خولې نوکر راپرېږده چې راځینه

***

زما زړګی د کاوون غر دی           په نورو ګرد وي په ما واورې وروینه

***

په لاره ځمه ټوله شرنګېږم           ستا د تومت زنځیر په غاړه ګرځومه

***

همزولو غم راسره یو کړئ           پلار مې ظالم دی په بوډا مې خرڅوینه

***

زما د زړه تسلي وکه           پس له هغه مې په سینه وهه لاسونه

***

راشه قسم راسره وکه           که نازولې مې ساتې درسره ځمه

***

راځه چې وتشتو میینه           تر شا خبرې به سپین ږیري سپینوینه

***

مسلماني په چا کې نشته           د لاس بنګړي مې خرڅوي ما ژړوینه

***

ما درته نه وې شرمېدمه           د سرې نتکۍ سره پېزوان مزه کوینه

***

مبارکي راکړئ عالمه           له تهمتو سره خپل یار قبوله کړمه

***

خدای به دې بیا راته محتاج کړي           که په لنډۍ زنه مې ووهل خالونه

***

څوک به دې مړ کړي ښکلی یاره           پردۍ بړستنې جګوې شمېرې خالونه

***

بنګړي مې ستا په کټ کې مات شوه           که مېړنی یې اوس مې ډک کړه مړوندونه

***

که په سلام مې خوشحالېږې           زه به دا سرې منګولې تل په تندی ږدمه

***

زما هر وخت تاته سلام دی           چې در په یاد شوم زما اخله سلامونه

***

د جنازې بازو مې نیسه           که سپینه خوله مې په راستۍ درکړې وینه

***

که مې په خپل یار کې وفا وای           زه به د بل یارۍ ته ولې پخسېدمه

***

اختر د دواړو مبارک شه           زه به خپل سره لاسونه یار ته ورکومه

***

خلق دې وايي تهمتونه           زه د اشنا په غېږ کې چا لیدلې یمه

***

ریباره ورشه ورته وایه           که د بدیو زور لرې درسره ځمه

***

ته د اختر په سبا راشه           زه به در اوزم تورې سترګې سره لاسونه

***

که په صورت درنه جدا یم           اروا مې ستا په کټ منګولې لګوینه

***

زما سلام په هغو وایه           چې د ماښام ډوډۍ له اوښکو سره خورینه

***

په خوله به جنګ درسره وکړم           د زړه کوڅۍ به درنه ولې بېلومه

***

خندا له تا سره جوړېږي            ماته پراته دي په ځولۍ ځولۍ غمونه

***

سر دې له هرې ونې لوړ دی           چناره ولې نه راوړې د خیال ګلونه

***

چارګل په پزه  ښه  ښکاريږي           په پيته پزه د چارګل خندا راځينه

***

چارګل مې سپینو اوبو یووړ           په غم شریکه یاره نیسه ګودرونه

*** 

چې تا پګړۍ په سر کږه کړه         زه به چارګل په پوزه نیغ ودرومه

*** 

په لاره ځم ټوله شرنګېږم          ستا د تومت ځنځیر په غاړه ګرځومه

***

په سره سالو مخ نه پټیږي           په میین قدر زیاتوم مخ پټومه

***

په کلي یو لیونی نه شته          شینکی پرتوګ مې په ورنو خوله لګوینه

***

په لاره ځې در پسې ګورم           جګه ځواني دې مزه ماته راکوینه

***

امانتي مې ګور کې کیږدئ           که یار خبر شي مابه خپل وطن ته وړینه

***

ستا له یاری نه مې توبه ده           که د شیدو په سر پیروی شې میینه

***

سر ته دې غټه تیږه کیږده           پردی وطن دی یاره نشته بالښتونه

***

د هیریدو نه یې جانانه           له جدایۍ سره دې ځان عادتومه

***

اې کلیه ننګ راباندې وکړئ           د لاس بنګړي مې ماتوي ما ورکوینه

***

ما خو اغزي کرلي نه دي           آشنا زما په لوري نه ږدي قدمونه

***

مینه که هر څو پټه ساتم           دا زیړی رنګ مې رسوایي ته رسوینه

***

ولې زما نه مرور یې           راځه چې خط د غلامۍ درکړم میینه

*** 

زما د زړه صدف دې مات کړ         ځکه مې وینې په سینه وهي موجونه

*** 

زما د زړه صدف دې مات کړ          زه به تر سترګو مرغلرې تویومه

***

زما به ته یادیږې یاره           که د جنت په منارو ولاړه یمه

*** 

بې وفايي مې عادت نه ده          پښتنې نجونې همیشه پر وفا مرینه

*** 

بې وفا یار د سرای کټ وي         په کټ د سرای کې هر سړی پښې غزوینه

*** 

بې وفا یار مې زړه سوری کړ         په تور لحد کې به ښېرې ورته کومه

***

یار مې په شنو خالو میین دی           وریندارې ووهه یو کم شپیته خالونه

***

په غټو سترگو دې میين  شوم           ځکه مې غټې غټې  اوښکې په مخ ځينه

***

ټوپک ويشتلی به خدای جوړ کړي           سترګو  ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه

***

يار مې ټوپک زه يې مرمي يمه           په تورو غرو کې يې ويشتم ورکه يې کړمه

***

په خوله کې ژبه راته راکړه           خلک توتيانو ته  شکری  ورکوينه

***

که  زړه ته سل تسلي  ورکړم           سترګو ليدلۍ جانان کله  هيروينه

***

جانانه ســتا خاطر لــپـاره           په ځان منمه د ناکسو تهمتونه

***

که ليونی دی زما يار دی           زه مې خپل يار په شاهزاده نه بدلومه

***

خندا په روغو زړونو كېږي           داغلى  زړه به د چا څه خوشاله شينه

***

اواز مې شته جوړه مې نشته        لکه کوتره بې جوړې ګرځم میینه

*** 

زما په تشه خندا مسته           كه خوله مې دركړه لېونى به شې میينه

***

زما خولګۍ د هغه چا ده           چې غلامۍ ته يې طلاق  وركړى  وينه

***

زما د زړه صدف دې مات كړ           ځكه د سترګو مرغلرې تويومه

***

تخت د شاهي مې پکار نه دی           د خپل جانان سره په لو خوشحاله يمه

***

خوله دې په خوله کې راته کيده           ژبه مې  پريږده  چې ګيلې درته کوينه

***

زړه مې ماشوم شو راته  ژاړي           له مانه غواړي د سورکو شونډو سرونه

***

په مرګ دې نه مري جانان خوږ دی           په رنځ دې پرېوزي چې پوښتنې ته ورځمه

***

سبا مې ستا په تومت وژني           ځای د راستۍ دی چې منکر نشې  میينه

***

طالبه خدای که خو ملا شې           په کتاب پروت ئې يادوې شينکي خالونه

*** 

د نجونو مشره  یې  واده کړه          اوس به په سرو  منګولو څوک دریا  وهینه

***

زړه  مې څلور ځلې ټوټې شو           هره  ټوټه یې د جانان نارې  وهینه

***

چې څه دې وکړه، ښه دې وکړه           نور مې پلو پر مخ را خپور کړه خوب راځینه

***

خوله مې  پرون اخیستې خلکو           پر شونډو نن ژبه وهم مزه کوینه

*** 

ماته ګېډۍ ګلونه راوړه           زه د وربل د پاسه څپر جوړومه

***

په  هندوستان خوشاله گرځه           اصیل زاده یم په نامه دې ناسته یمه

***

اور مې د زړه په سر بلېږي         د اسویلو په ځای بڅري غورځوینه

*** 

مرگیه  ژر کوه  رادرومه           جانان  د بل شو عمر چاته  تېره ومه

***

ستا به واده زما به مرګ وي           ستا به ډولۍ زما به کټ خاورو ته وړینه

***

جانانه راشه چې پخلا شو           عمر د ژمي مازدیګر دی تیر به شینه

***

پیزوان مې ستا په بریت کې ښخ شو           تر دروازې پورې جوړه در سره تلمه

*** 

بیا به  د یار کلي ته نه ځم           په خندا  لاړه شم په  ژړا  بېرته  راځمه

*** 

جانانه زېری مې درباندې           زمونږه  کډه  ستاسې کلي ته درځينه

***

شونډې مې وچې  رنگ مې تور  دی           زړه کې مې اور دی ټول وجود مې سوځوینه

*** 

چې  سر زما وي  څنګل ستا وي           د هغه  وخت په انتظار يم  رابه  شينه

***

په اوښکو لوند ګرېوان مې ګوره           ستا له پېغوره مور په کور بند کړې  يمه

***

مينه  د مينې  پيدا  کيږي           په  مينه  مينه  دې کتل  ميین  دې کړمه

***

مینه په  تلو  راتلو  زیاتیږي           کله  راځه  کله  به  زه  درځم  میينه 

***

اور چې بليږي اخر مړ شي           د مينې اور سړی تر عمره  سوزوينه

***

ستا یارانه د شګو بند دی           که چنارونه پکې  ږدم  اوبه یې  وړینه 

***

سلام د راغی ته را نه غلې           په کار مې نه دي  بې دیدنه سلامونه

***

ولې دې بد راسره وکړه           زما همدغه هیله وه چې یار لرمه 

*** 

ستوري مې  ټوله شاهدان دي           تل مې سپوږمۍ خورکۍ ته وایمه حالونه

***

چې لمر  ډوبیږي  تیاره  کیږي           زه چې تا نه وینم  تیاره  راباندي  وینه

***

زما  د خوب  سره  کار  نه  شته           لیونۍ سترگې  را  نه  تا  غواړي  ميینه 

***

په  زړه مې غر  د ګیلو پروت  دی           هله  به یې  وایم چې دې سر په  زنګون  ږدمه

*** 

تر قند خوږې راباندې لګي           څوک چې خبرې د جانان راته کوينه

*** 

ټال ته ختم بنګړي مې مات شول           ګناه دې يار ده چې کوي اشارتونه

***

دا سپوږمۍ پریوته تیاره شوه         پیزوانه وړاندې شه چې ستا په رڼا ځمه

***

ځان دې زما په دیدن موړ کړه           بیا به مې مخ په سپین کفن کې پټوینه

***

چې تورو خاورو ته مي سپاري           په خولې مې کېږده د سورکو شونډو سرونه

***

مساپري دې ډیره وکړه           راځه راځه روزي به خدای رارسوینه

***

په کسب ګر جانان نازېږم           دی خو د لوی الله دوستانو کې راځينه

***

د گلو  ډك  اوربل  پرې  ټيټ  كړه           كه  شېرين  يار  په  زنكدن  وي  روغ  به  شينه

***

راشه  زما د سينې گل  شه           چې  هر سهار دې  په خندا تازه كومه

***

شونډې مې  وچې  رنگ  مې  تور  دی           زړه کې مې  اور  دی  ټول  وجود  مې  سوځوینه

***

زما د اوښکو سور  بارانه           د زړه  د  وینو  رنگ  لرې  رسوا  دې کړمه

*** 

بې وفا هله راته وايه           چې ته لوګی شې زه لمبه نه شم میينه 

***

مورې كوچيانو ته  مې  وركړه           چې  تور پېكى مې د هيلمند شمال  وهينه

***

مورې کوچیانو کې مې ورکه          چې تور پیکی مې د ایلبند شمال وهینه

***

بابا کوچیانو ته مې ورکړه         چې تور پیکی مې د نښترو باد وهینه

***

بابا کوچیانو کې مې ورکړه          چې کډې بار په هر وطن وکړم سیلونه

***

بابا مې نه درکوي یاره          لاړ شه بابا باندې مې وکړه تاویذونه

***

تا چې کوڅه کې ټوخى وکړ           زه په توده بړستن کې نيغه کيناستمه

*** 

بام ته په منډو وختمه          یار مې ونه لید په ژړا راپرېوتمه

*** 

يار مې په گلو كې  ويده دى           د سپينې خولې شبنم به زه پرې غوړومه

***

په هندوستان خوشحاله ګرزه!           زه به دا تورې سترګې ستا په نوم ساتمه

***

د ځانه اور واخلې چناره!           میین پر ما دی، خوب تر تا لاندې کوینه

***

زړه مې د مينې خزانه ده           پکې پراته دي د خواږه جانان غمونه

***

د جانان ژبې ته حیران یم           څومره خوږې پستې خبرې پرې کوینه

***

ارمان  به  هلته  زما  درشي          چې سور  پالنگ  درته  يوازې  پاتې  شينه

***

پټ  بۀ  د  زړۀ  دردونه  تېر کړم           بې  درده  یار  ته بۀ  ونه  وایم  حالونه

***

د هندوستان سفر دې  زار  شه          زما په تور اوربل کې سپین  ولگیدنه

***

تر نیمو شپو پورې  رانغلې           سکروټې مړې شوې، اوس  ایرو ته ناسته یمه

***

ټينګه مې ونيسه په غېږ کې           د پېغلتوب ستړيا مې وباسه میينه

 ***

سپينه سينه درته پرته يم            د پېنډاوو چرګوړى خوب دې ځنګوينه

***

اول دې قد را سره سم کړه           بيا مې په سپينه سينه واچوه لاسونه

 ***

دا دی څو ورځې انتظار یم           چوپه خوله راشه غمازان به خبر شینه

***

په نيمه شپه راشه جانانه           د زړه تمبې مې  نيمکښو  پرې ايښي دينه

***

جانانه لاړې  آسماني شوې           څو آسمان ځمکې ته  راځي قيامت به وينه

*** 

جانانه راشه که دیدن کړې         د ځنکدن خولې پر ما راغلې دینه

*** 

که دیدن کړې بیړه را وکړه          دم کړي خاورې مې په سترګو دوړوینه

***

خدای دې زما په غېږ کې مړ کړه        چې ته سلګۍ کړې زه دې اوښکې پاکومه

*** 

چې جنازه مې روانېږي        پاس په کفن باندې مې وشیندئ ګلونه

***

دا پاس اسمان ګوره چې شین دی        داسې مې زړه درپسې شین دی و به مرمه

***

دا پاس اسمان ګوره چې شین دی          ما د زړه وینې په اسمان شیندلې دینه

***

دا پخوانۍ مینه دې څه شوه         لکه ښامار به تاویدې په دېوالونه

***

لکه اختر را باندې راشه           لکه ماشوم به درته ډیر خوشاله شمه

***

بابا کوچيانو ته مې  ورکړه           چې تورپېکی مې د  نښترو باد وهينه

***

دا پیغلتوب مې لېونتوب و          د سپینې خولې د قدره څه خبره ومه

***

دا پېغلتوب مې د غم دود کړې         خیالي ځوانان را پسې مري خونکاره شومه

***

دا ته چې ځې ما په چا سپارې        ما په بې ننګو خلکو مه سپاره میینه

***

دا ته چې ځې اخر به ولاړ شې        ماته ګړۍ په ګړۍ مه وایه چې ځمه

***

دا خپل ښایست راپورې اور شو         لکه پردی په بدرګو ځان تیرومه

***

پیکی مې جګ کړه خال مې چپ کړه          د جنت ګل دی پرې تازه به شې میینه

 ***

د بریتو څوکې دې کږې  دي           زما  نتکۍ په کې  راکاږې مړه  دې کړمه

*** 

چې تا پګړۍ په سر کږه کړه           زه به چارګل په پوزه نیغ ودرومه

*** 

چې سړی هر څومره  پښتون  شي           زړه چې  میین شي  پښتو  ټوله ترېنه ځینه

***

پر مخ مې مه واهه ظالمه!           د اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه

***

پام کوه وار دې خطا نه سي!           د ګلو څانګه دې په سر ولاړه یمه

***

په ایوب خان مې سلام وایه!           دا دی جانان مې کومکي درولېږنه

***

چې عاشقي یې کړې نه وي           هغه به څنگه د ایمان دعوه کوینه

***

بیا به نری کمیس ونه کړم           باران  لمده کړم جانان  ټوله  ولیدمه

***

قلم د خدای وهلی نه دی           ماته په لویه لار کې مه  ژاړه میینه

***

پر ما دې  زر شيندلي نه  دي           چې د څراغ  په رڼا  غواړې  ديدنونه

***

بيا بۀ زۀ تور کميس ونۀ کړم           زما د سپيني سينې  رنګ يې  واړاونه

***

خوله به د خدای په رضا درکړم           منګۍ مې ولې ښوروې لنده دې کړمه

***

جانان مې خولۀ کې ژبه غواړي           پۀ خوند يې نۀ دی خپل قلنګ جاري کوينه

***

څنګه دې خواره کړم خاونده           چې همسايه مې د خولګۍ تمه لرينه

***

حسن دې ورځ  په ورځ  زياتېږي           زکات يې  باسه چې نظر نه شې  ميینه 

 ***

انار نوې پاڼې وکړې          زه به مې یار ته د سینې انار ساتمه

***

اوښكو مې نور د سترګو يوړ           ځكه په سپينه ورځ ګمان د شپې كومه

***

اوښكې به ولې نه توېږي           چې قتل شوي څوك په  تورو سترګو وينه

***

ټوټې ټوټې زړه به راټول کړم           راټول به نه کړم پر اشنا خپاره لاسونه

***

یاري کوم منکره نه یم           که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه

***

د نیمې شپې سندرې خوند کا           څوک به میین وي څوک به ورک له ملکه وینه

***

زه هماغه مسته لېلا يم           كه رنګ مې ژېړ دى له اشنا نه بېله يمه

***

عمر دې ډير شه خپله ياره           زما د زړه ستنې په تا ولاړې د ينه

***

په تُهمت  مه  شرمېږه  یاره           په ښو ځوانانو  پسې تل  وي  تُهمتونه 

***

ستا خو  په يو تُهمت رنګ ژېړ شو           زه د تُهمت رسۍ په غاړه ګرځومه

***

خاونده ټوله مې ترې زار کړې           زما په سر يې غرغرې منلې دينه

*** 

باد د پغمان له لورې  راغی           زما د یار د زلفو  بوی ما ته راوړینه

***

باده د خدای روی مې دروړی           ژر راته  وایه ګران  زړګی څۀ حال لرینه

*** 

ایرې به ټولې په سر باد کړم          د مینې اور به دې په زړه کې وساتمه

*** 

باد سبا زما قاصد شه         زما شیرین آشنا ته یوسه سلامونه

*** 

باده د خدای روی مې دروړی         ژر راته وایه ګران زړګی څه حال لرینه

*** 

باده د یار له لورې راشه         ماته ملهم شه چې مې جوړ شی پرهارونه

***

باد د جانان له لوري راغی         زما زړګی چې مړاوی و پرې تازه شو نه

***

باران د اوښکو مې  ورېږي           بې نیازه  یار راته پۀ  زړۀ  راکړل  زخمونه

*** 

اوښکې مې ځکه په مخ درومي        د اشنا خیال راته ولاړ ما ژړوینه

*** 

اوښکو مې رنګ د مخ بدل کړ          ځکه په ژیړ ځبیښلي مخ یار ته ورځمه

*** 

اوښکې مې ښې دي چې بهېږي         د یار غمونه مې د زړه نه کموینه

*** 

اوښکو مې نور د سترګو یووړ         ځکه په سپینه ورځ ګمان د شپې کومه

*** 

پسرلی راغی ګلان ډېر سول           د اوربل ګل به خپل آشنا لره ور وړمه

***  


شونډې مې وچې رنګ مې تور دی           زړه کې مې اور دی ټول وجود مې سوځوینه

***

جانانه خیر دی که خزان یم           تا ته به راوړم د بهار ښکلي ګلونه

***

زما د اوښکو سور بارانه           د زړه د وینو رنګ لرې  رسوا  دې کړمه

***

اوس به دې يو موټې  ايرې كړم           كه خماري  سترګې درواړوم  میينه

*** 

اول به پښې د جانان ښكل كړم           بيا په  ژړا كې ورته  ووايم حالونه

***

خدای دې په  واورو کې ایسار کړه           چې د تودې غېږې مې درشي  ارمانونه

***

توره تیاره ده نه دې وینم         پر تور اوربل باندې دې بل کړه مشالونه

*** 

توره تیاره ده راځه کور ته        په لویه لار کې سړی نه کوي خوبونه

*** 

توره تیاره کټونه ډېر دي       بنګړو ته شرنګ ورکړه چې و دې پېږنمه

*** 

توره تیرا  تورې یې ونې         ترې لاندې ناستې سپینې خولې تور اوربلونه

*** 

تُوره غماز ته په کارېږي         دلبره ستا سترګې دوستان هلاکوینه

*** 

ته به په کوم مجلس کې ناست یې          زما لمن د اوښکو ډکه ده میینه

*** 

عاشق پاچا د عشق ملنګ دی           د عاشقۍ کوڅو کې تل غواړي خیرونه

***

زما  لالی  تر کوچو سپین دی           له پیرنګي سره  نوکر  دی  تور به  شینه

***

خبر مې کله کله اخله           د سترګو توره لیونۍ درپسې شومه

***

اول دې موړ په خوږ دیدن کړم           بیا دې شهید د بیلتانه په توُره کړمه

***

بخت به مې هله رابېدار شي           چې يار له خوبه راته سترګې  پورته كړينه

***

څوک چې د يار په  غېږ کې  پروت وي           په نورو  خلکو د  ړندو  ګومان کوينه

***

زه په  باران کی درته  راغلم           ته می په  شنه آسمان کی نه کوې  پوښتنه

***

بریتونه تاو کړه خوله مې واخله         په ناتاو کړو بریتونو خوله نه درکومه

*** 

پګړی دې ول پر ول مزه کا         لکه چې زلفې ول پر ول مزه کوینه

***

بنګړي مې وو په لاس مې نه کړه         اوس به د یار غېږې له ځم تش مړوندونه

***

 بیګا رانغلې بې نصیبه         چې کرۍ شپه ګوښې پر بام ولاړه ومه

***

بیګا زما په سینه پروت وې         تاته به څنګه بې ما خوب درځي میینه

*** 

بیګا مې خوب لیده عالمه         نیمه په کټ نیمه د یار په غېږ کې ومه

*** 

بیګا مې خوب لیده عالمه        د اشنا بریت مې د نتکۍ تاو شوي وونه

*** 

بیګا مې لارې څارلې             چې ته رانغلې زه له غمه ویده شومه

***

د غرغرې میدان ته راشه           سبا مې ستا په تُهمت دار ته خېږوینه

*** 

بېګا زما په سينه پروت وې           تاته به څنګه بې ما خوب درځي  میينه

***

جانان زما په سر جانان دی           که زه  یې پریږدم د کوڅو  ملنګ  به شینه 

***

بېګا مې ته په خوب  ليدلې           چې دې  پراته دي په  زلفانو  تور ګردونه

***

بېګا مې مړ په  خوب  ليدلې           سبا مې سرو  شونډو  پتري  نيولي  وونه

***

بې ننګه  ننګ  راباندې  وکړه           سبا مې ستا په سر پانسۍ ته  خېژوینه

*** 

سبا مې ستا په تومت وژني           غولی جارو کړه چې په شړک مې وينې ځينه

***

خاونده ټوله مې ترې زار کړې           زما په سر يې غرغرې منلې دينه

***

عمر دې ډير شه خپله ياره           زما د زړه ستنې په تا ولاړې دينه

***

اشنا بیا وطن ته راغی         زه په خندا یم نرۍ سترګې تورومه

***

اشنا مې توت لاندې ویده ؤ         لکه باښه پرې شرنګیدم را ویښ مې کنه

***

اشنا مې جنګ کې سر ورکړی         ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته یمه

***

اشنا مې جنګ کې توره وکړه          ځکه همزولو کې سرلوړې ناسته یمه

***

اشنا سالو په مخ را خور کړ         ماله وږمې د تورو زلفو ترې راځینه

***

اشنا مې ګل د کابل جان دی         زه یم بلبل د کندهار نغمې کومه

***

اشنایي مه کړه لرې ګرځه        بس کړه چې زما په ځوانۍ اور ولګیدنه

***

اشنا مې مړ په خوب لیدلی         لکه شاهین لوړې ژورې لټومه

*** 

اشنا په ټوکو نه پوهېږي        ما په سالو کې پټاوه مرور شونه

***

اشنا په داسې لمبو وسوم          نه یې لوګی شته نه یې تاو چاته ورځینه

***

اشنا زما په ژړا خاندي          بې قدره اوښکې مې په مخ ځپې وهینه

***

اشنا سور ګل د کوه نور دی         زه مرغلره د دریاب د غاړې یمه

***

دا په ځیر ځیر چې درته ګورم        ما در کې نښې د یارۍ لیدلې دینه

*** 

ارمان ارمان دی لویه خدایه         چې همیشه مې د جانان کړای مجلسونه

*** 

ارمان ارمان سپینې سپوږمیه           سلام مې وروړه د همزولو تر کیږدیه

*** 

ارمان ارمان به ډېر راپسې وکړې          بیا به وطن راپسې ګورې نه به یمه

*** 

ارمان به وکې وخت به تېر وي         بیا به په زور نارې وهې چې یار دې یمه

*** 

ارمان به هله زما وکړې        چې سور پالنګ مې درته خوشی پاتې شینه

***

ارمان به هله ځما درشي        چې کټ مې واخلي تورو خاورو له مې وړینه

*** 

ارمان ارمان تیره ساعته          پیدا به نه شې که ملنګ در پسې شمه

***

اصیل زاده نه یې میینه          اصیل زاده پر مین سرومال ښندینه

*** 

امیل د سرو زرو مزه کا         یار مې غریب دی زما نشته امیلونه

*** 

انګار د مخ مې بیا تازه شو          مخ د اشنا مې بیګاه خوب کې ولیدنه

*** 

انکار د مینې دې کړی نه شم         که مې منصور غوندې څوک دار ته جګوینه

*** 

انارو نوې پاڼې وکړې          زه به مې یار ته د سینې انار ساتمه

*** 

اوبه مې چښې پیزوان مې لوند شو           په نری باد یې وچوم ولاړه یمه

*** 

اوږۍ د غاړې بندیوانه          زه بندیوانه د اشنا د غاړې یمه

***

اوږۍ کوټلې کړه زرګره         زه د څلورو  وروڼو خور یم قدرمنه

*** 

اوربل ته لنډې غوټې ورکړه         چې ترې ښکاره شي د کږو ورځو سرونه

*** 

اوربله ته ولې خپه یې          که کلی لېږدي  تابه پاس په تندي وړمه

*** 

اوربل مې جګ کړه خال مې ګوره          د جنت ګل دی پرې تازه به شې میین

***

جانان زما زه  د جانان  يم           که  په  بازار مې خرڅوي  ورسره  ځمه

***

ادکې مورې  څراغ  بل  کړه           د مومن خان  پۀ  وينو سرۀ  شول بالښتونه

***

د اوبو  غوړپ کوالی نه  شم           د  زړه  پر  سر مې  د یار نوم  دی  وران به شینه

***

تر گل گلاب  ښايسته  زه  يم           ما ته د گلو گېډۍ مه راوړه  ميینه

***

د نیمو شپو سندري وایم           د عاشقۍ لنډۍ پر زړه خوړلې یمه

***

پۀ خپله خولۀ چې سوال ونۀ کړې           پۀ هغه دغه خولګۍ کله درکومه

***

خولګۍ به خاورې در له درکم         بې پته یاره په کوڅو وایې حالونه

***

خولګۍ دې پاس په خولګۍ کشېږده         له جنجالي پېزوان یې واخله جوابونه

***

زه چې سهار له خوبه پاسم           د کليمې سره دې سمه يادومه

***

له خوبه ويښ شه ځوانيمرګ شې           خولګۍ مې واخله په بانه راغلې يمه

***

دا پخوانۍ مينه دې څه شوه           لکه ښامار به  تاويدې په  ديوالونه

***

په تورو سترګو  يې شهيد کړم           تورې جنډې  راباندې  ودروئ  میينه

***

هلکه روغ به لیونی شې           ملالې سترګې که په غلا در واړومه

***

څوک مې له حاله خبر نه دي           لکه د نم دړه  پر زړه  چاودلې یمه

***

د مینې اور به مې مړ نه شي           که د جامو سره دریاب ته ودانګمه

***

جانانه زر شه دیدن وکړه           پټه له کوره په بانه راغلې یمه

***

پاچایي تخت مې په کار ندی          جانان به لو کا زه به وږي ټولومه

***

یار مې د سرو غنمو لو کا         سپینه خولګی سبا ناری  ورته ور وړمه

***

یار مې د ډاګ ګرمیو وسو         زه به د سپینې خولې شبنم پرې اورومه

***

ولې به نه ژاړم عالمه         په سره غرمه کې جانان کډې باروینه

***

هلکه ستا د زړه له پاره          تلی مې سوزي په غرمو ولاړه یمه

***

څوک چې پۀ سرو شونډو عادي شي           قند و شکرې تويوي چې ترخۀ دينه

***

د پښتونوالۍ درنه پته         زما په خوله دې لاس نیول ګونګه دې کړمه

***

پرېږده چې بند په بند مې پرې کړي         ما چې د ژڼي یاري کړه مرګ ته ورتلمه

*** 

تاته مې درکوي یاره          ماته لویه لار کې مه ژاړه چې مرمه

***

له ما نه ولې مرور یې         کم عقله یاره په پردي اختیار کې یمه

***

زه به دې مور ته زاري وکړم         پلار دې ظالم دی د ولور تمه کوینه

***

بنګړي مې وو، په لاس مې نه کړل           د میزا ګل سره جوړیږي تش لاسونه

***

خاونده بیا دې ماسختن که           چې نارضا کټ ته مې ریږدي اندامونه

***

ګوتې بنګړي د دنیا دود دی           زه له نېشتمنه یاره نه غواړم دودونه

***

چېرې پناه شوې په مرګ ورکه         ما په اوښانو خرڅوي تا غرقوینه

***

زه دې زاړه غوایي ته ورکړم         کور دې ویران شه خپله پلاره لور دې ومه

***

اسمانه پریوزې بخته واوړې        زړګیه وچ شې ما موزي ته ودوینه

***

ما د زخمي زړګي په ویر کې        د وینو اوښکې بهولې ړنده شومه

***

د اباسین څپو ته ګوره          داسې مې زړه د ډېره غمه څپې خورینه

*** 

د اباسین څپو ته ګوره        داسې مې غم په زهیر زړه څپې وهینه

*** 

سر دې په لوړه تیږه کېږده         شیرینه یاره دلته نشته بالښتونه

 ***

په ما دې ځوانه ځواني اور کړه           په تا دې اور شي د همزولو مجلسونه

***

په رڼا ورځ یې درنه یوړم           پلار مې ظالم شو په بوډا یې خرڅه کړمه

***

صورت مې خپل واک یې د بل دی          صورته خاورې شې چې نور دې واک کوینه

***

خاونده پلار مې لیونی کړې          د اشنا غېږ پسې  ړنده  شبکوره شومه

***

زه د ظالم دادا له لاسه           د مرګي سین ته ولوېدم  کته مې وړینه

***

پلاره کوډله دې ایره شه         سورکۍ مڼه دې په کارغانو وخوړمه

***

مورې! ستي شې پلاره ومرې        زه د نیکه په کټ کې خاورې ایرې شومه

***

ما وې د زړه یار  به مې  خپل شي        مرګ مې میلمه شو د ښامار په برخه شومه

***

په نیمه شپه سوې نارې شوې         مور له لورانو بیلوي کوکې وهینه

***

په زلمیتوب دې اور شه پورې           ستا په نامه مې نن سبا سنګساروینه

***

څراغ یې بیا په کور بلېږي          شا لیلی مړه ده په چړو شغلې وهینه

***

تبۍ را واخلی مخ مې تور کړئ           د پاچا لور وم په طالب میینه شومه

***

د رنجو ګوډی مې ساتلې          د موزیګي په مرګ به سترګې تورومه

***

نصیبه څه درسره وکړم           زما په برخه دې موزی ورساوونه

***

موزی په مینه څه پوهیږي          په نس یې موړ کړه تر سبا کوي خوبونه

***

ګوتې مې وې په لاس مې نه کړې         د موزیګي په خویندو راغلم تش لاسونه

***

که مې نصیب د بدو نه وای          چېرې موزي چېرې د ګلو صورتونه

***

راځه راځه پر کټ راخیژه          که بازو مات شو موزیګی یې جوړوینه

***

خاونده بیا دې ماخوستن کړ          بیا به مې خوا کې موزیګی کوي خوبونه

***

خاونده بیا دې ماسختن که           چې نارضا کټ ته مې ریږدي اندامونه

***

ګوتې بنګړي د دنیا دود دی           زه له نېشتمنه یاره نه غواړم دودونه

***

چېرې پناه شوې په مرګ ورکه         ما په اوښانو خرڅوي تا غرقوینه

***

زه دې زاړه غوایي ته ورکړم         کور دې ویران شه خپله پلاره لور دې ومه

***

اسمانه پریوزې بخته واوړې        زړګیه وچ شې ما موزي ته ودوینه

***

خدایه د کونډو پناګیر شې        چې میراث خور یې په لیوانو ودوینه

***

پلاره کلا دې هدیره شه         چې ترینه وځي په ژړا ملالی نجونه

***

زه د ظالم دادا له لاسه           د مرګي سین ته ولوېدم  کته مې وړینه

***

خدایه د کونډو پناګیر شې         چې میراث خور یې په لیوانو ودوینه

***

بیګا د ستوریو په رڼا کې           جانان زما په تمه راغی مړ به وینه

***

او همداسې نورې لنډۍ...

 

نارینه لنډۍ:په نارینه وو لنډيو کې پښتنو هم د پښتني میرمنو په څېر د خپل زړه خبرې، احساسات او جذبات د ټولنیز ژوند د ارزښتونو په تړاو او د خپلې معشوقې په ستاینه کې د مینې د سوز او ګداز، راز او نیاز ډېر ښایسته، هنري او خوندور انځورونه بیان کړې دي.

د بېلګې په توګه دا لنډۍ ګورو:

اسمان  په  ستورو  ښايسته  ښكاري           لكه  ليلا چې  په  مخ  و وهي خالونه

***

اسمان په ستوره ښایسته دی          لکه د پیغلې نجلۍ غاړه په خالونه

***

اسمان په ستورو ښه ښکارېږي           چې ستوري نه وي اسمان څه ښایست لرنه

***

اسمان ته لار د ختو نشته          عاشق ورخېږي د مولا په قدرتونه

***

اسمان ته څوک ختلی نشي          زه د جانان په هوس تلم وروختمه

***

اسمان ته لار د ختو نشته          عاشق ورخېږي د وریښمو په تارونه

***

اسمان ته لار د ختو نشته          عاشق د عشق په زور خپل ځان ور رسوینه

***

اسمان ته وګوره چې شین دی         داسې مې زړه درپسې شین دی وبه مرمه

***

اسمان کې ستورو غېږې ورکړې          ماته بې ننګه اشنا غېږ نه راکوینه

***

اسمان کې ستوری شوې ځلېږې          نه در ختی شم نه مې زړه صبر کوینه

*** 

مخ دې اسمان خالونه ستوري          اوږۍ دې میاشت امیل دې واورې اوروینه

*** 

مخ دې اسمان خالونه ستوري         خندا دې برق امیل دې واورې اوروینه

*** 

مخ دې اسمان خالونه ستوري         دا د اسمان ستوري به چا شمېرلي وینه

*** 

مخ دې اسمان خالونه ستوري         سینه بخمل سترګې بادام رنځور دې کړمه

*** 

مخ دې اسمان زلفې دې وریځې          خمارو سترګو دې پرې وکړه بارانونه

***

مخ دې آیینه صورت وریښمین دی        خندا دې سین دی عالمونه غرقوینه

*** 

مخ دې بې خاله ښایسته دی         که دې خال کښیښود  ما به ورک کړې له وطنه

*** 

مخ دې بې خاله ښه ښکارېږي         په غونډۍ زنه دې نور مه وهه خالونه

*** 

مخ دې په تورو زلفو پټ دی         دا توره شپه به په ما کله سبا شینه

*** 

مخ خو دې سپین خال پکې شین دی          خندا دې سین دی عالمونه غرقوینه

*** 

سپوږمیه وسوځه ایره شه          هغه لیلی چې تا لیده خاورو ته ځینه

***

سپوږمۍ له وریځو راښکاره شوه           شا لیلی لامبي په ګودر رسوا به شینه

***

سپوږمیه سر وهه راخېژه          زما لیلی د تورو غرو مزل کوینه

***

زما او ستا تر منځ شوه غرونه          سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه

***

سپوږمۍ ته سپینه سپینه اوړي          لکه ماهي چې په شودو غوپی وهینه

***

مخ  یې  د شنو خالونو  ډک  دی           لکه سپوږمۍ کې  چې  ښایسته  ښکاري  داغونه

***

کميس دې تور مټې دې سپينې            لکه ښامار چې تر چندړ تاو شوی وينه

*** 

ستا په نتکۍ کښې شیطان ناست دی          هره شیبه مې ستا خولګۍ ته لمسوینه

*** 

که مې اجل ستا په خولګۍ وي          سبا کفن په سر تړم تا له درځمه

***

سترګې دې بې اثره نه دي           لکه دکوډو مرۍ برګې برګې دينه

*** 

تر خمارو سترګو دې جار شم        چې یې را واړوې له ما واخلي غمونه

***

تر دا لنډۍ زنه دې جار شم          لکه انار د قندهار زړه سړوینه

***

تر دېوال دوې ګوتې سر لوړ که           د زنې خال به دې دېوال وسولوینه

*** 

کور دې نژدې دیدن دې لرې         دېوال دې ړنګ شه چې وړیا دې ووینمه

*** 

تر ځنځیر بند چارګل یې نیسه         تر سره غمي لاندې یې تیر کړل کاروانونه

*** 

زلفي دې بيا پرمخ خورې کړې           لکه شپانه چې رمې وشړي په غرونه

***

مازديګرۍ دی ښيرې مکړه          ته به د ناز ښيرې کوې رښتيا به شينه

*** 

انکار د مینې دې کړای نه شم         که مې منصور غوندې څوک دار ته جګوینه

***

باد یې پرمخ څڼې خورې کړې          په لمر راپریواته د ورېځو تنابونه

***

په دنیا سره وړانګه پرته ده          لیلی په څڼو کې غاټول ټومبلي دینه


***

په زلفو ورو ورو ږمنځ راکاږه          هلته زما د زړګي کور دی وران به شینه

***

بلا دې واخلم غنمرنګې         زلفانې چنګې ګرزوې رنځور دې کړمه

***

اوربل ته لنډې غوټې ورکړه          چې ترې ښکاره شي د کږو وروځو سرونه

***

اوربل دې وریځې ونیولې           تر خمارو سترګو دې اوري بارانونه

***

اوربل یې بیا په وروځو خپور کړو         د چا اباد کورونه بیا جوړ  ورانوینه

***

اوربل یې بیا په مخ راخپور کړ         لکه بلبله چې باران وهلې وینه

***

دا پټ میین یم پټ به ژاړم          پټې به اوښکې ګریوانه ته تویومه

***

خال دې واهه خبر دې نه کړم           ناغه به راکړې د سرکو شونډو سرونه

***

ټیک پر تندی پیزوان پر شونډو        اوږۍ په غاړه د نجلۍ مزه کوینه

*** 

ټیک یې پر سرو شونډو مزه کا         لکه بلبل چې په چرګ بانګ نارې وهینه

*** 

ټیک په تندی چارګل په پوزه         په لنډه زنه دې شین خال مزه کوینه

*** 

ټیک په تندی پیزوان په شونډو       اوږۍ په غاړه یاره لامزه کوینه

*** 

ټیک دې په پوزه که  خدای یاد که        ګوندې نصیب دې ښو ځوانانو سره شینه

***

چار ګل په پوزه که خدای یاد کړه          که چېرې یار دې مسافر وي را به شینه

*** 

چارګل په پوزه کړه را ووزه         لمر د ښایست لاپې وهي چې خجل شینه

***

د ګل مېخونو دې شرنګی شو         ما ویل کوټوال دی زولنې را اچوینه

***

د ګل مېخیو دې شرنګا شوه        ما وې پښ  ناست دی تبرګی تیره کوینه

***

د ګل مېخونو شړق یې راکړ         د وینو شرپ مې په دیوال ولګیدنه

*** 

زما پرې هسې نوم بدنام شو           د جینۍ سرې شونډې پیزوان خوړلې دینه

*** 

د پسرلي هوا لګېږي           ستا د پېکي په نسیم زړونه تازه شونه

***

پۀ بسم الله کټ ته ورخېژه           د نجلۍ کټ د جنغوزي دی مات بۀ شينه

*** 

بارانه  ورو، ورو  پرې   ورېږه           وړې، وړې  جنکۍ  غره  ته  تللې  دينه

***

د اباسین څپې د یوسه           چې مور دې شګې پلټي پلار ګودرونه

*** 
 اباسین بیا په څپو راغی          په سر یې راوړهٔ سپینې خولې زېړ پېزوانونه

*** 

اباسین بیا څپې څپې دی          هره څپه یې ورانوي د پګړۍ ولونه

***

خلک دې  وایي  تُهمتونه           زه د لیلا په غېږ کې چا لیدلی یمه

***

څانګې  راښکته شه خوله  راکړه           که زه  درپورته  شم  راماته به  دې کړمه

***

د مازيگر زيړيه لمره           ته لا ولاړ يې، پر ما پرېوتل گردونه

***

زما په زړه دې باڼه خښ کړه          سترګې په ورو پورته کوه نامردې مرمه

***

په زیارتونو به روغ نه شم           زه خو لیلا د زړه په سر ویشتلی یمه

*** 

اشنا په داسو لمبو وسوم          نه یې لوګی شته نه یې تاو چاته ورځینه

*** 

اوښانو بیا غاړې کږې کړې         چې پهٔ سورې دي سپینې خولې زېړ پېزوانونه

***

اب و دانه مې شوه تمامه         لیلا پر زړهٔ راکړهٔ د توروُ ګزارونه

***

د عاشقۍ په مرض پروت یم           طبیبه ستا دوا به څه اثر کوینه

***

خلك  به  وايي  چې  وړه  ده          وړې  زما  په  زړه  چړې  منډلې  دينه

***

باور مې نه سته چې به جوړ شم           زه د كاږه  وربل شمال  وهلى يمه

*** 

پیغمبري ګل به ترې جوړ شي           که په لنډۍ زنه یې ووهل خالونه

*** 

د مازدیګر مونځ مې قضا که           عاشق سړی وم په دیدن نه مړیدمه

***

خدای دې له بامه راخطا که           چې غونډه منډه دې په غېږ کې ونیسمه

***

یو غنم رنګ یم بل لونګ یم            ځکه د کلي جینکۍ راپسې مړینه

***


پر ما دې کلى ګماني کړ           نامردې مه خوره تر منګي لاندې څرخونه

***

په نیمه شپه چې را په یاد شې         لکه یتیم تر سترګو اوښکې تویومه

*** 

اختره ستا د برکته           د جنکو په سینه  زانګي  زیړ ګلونه

*** 

پۀ مناسب دې نۀ پوهېږم           وايه پۀ کوم بارخو دې خولۀ ولګومه

***

په کشمالو کې ورته پټ شوم            نجلۍ اوربل کې کشمالي ږدي رابه شینه

***

هغه دې هېر که دې په زړه دي           چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

*** 

حلوا د شونډو راته کېږده           زۀ لۀ پردېسۍ ستړی راغلی یمه

*** 

زما په زړه دې باڼه خښ کړه          سترګې په ورو پورته کوه نامردې مرمه

***

ځان خو به ستا د پلار نوکر کړم           په نوکرۍ کې به دې تش ديدن کومه

*** 

د پسرلي په راتلو پوه شوم           جینکیو راوړه په اوربل کې زېړ ګلونه

***

یو وار دې لاس په لاس کې راکه           دا لاس نیوی به دې تر ډېرو یادومه

***

په مخه راغلې مخ دې پټ کړ           ګناه مې ښایه چې توبه ترې وکاږمه

***

سبا د لوړو غرو مزل دی           د زلفو تار دې راکوه ملا پرې تړمه

***

اختر نږدې دی روژه لاړه           لیلی به بیا په لاسونو سرې نکریزې ږدینه

***

بدن دې باغ سترګې ګلونه           باغ ته دې ګورم تماشې د ګل کومه

***

تور د پیکی نرۍ دې وروځې          دا سپین غاښونه دې تیاره رڼا کوینه

*** 

تور د پیکی نرۍ دې وروځې           که ته را ووځې ما به ورک کړې له وطنه

*** 

تور دې زلفان تور دې چشمان دي         تور دې کاکل په زړه مې داغ ولګاونه

***          

که مور او پلار یې خدای راضي کړل           د ماما ګانو به یې زنې ونیسمه

***

لاس دې د زنې لاندې مه ږده           ستا به عادت وي ما به ورک کړي له وطنه

***

په کټ کې دوې ګوتې ځای راکړه           لکه لړم په دیواله راغلی یمه

*** 

دا بیګانۍ وریجې پستې که           ممیز په ګډ که سبا تورو غرو ته ځونه

***

د مجنون چارې په ما وشوې           چې لا اله وایم لیلا خولې ته راځینه

***

غم دې له تانه وفادار دی           ته کله کله، غم دې تل راسره وینه

***

رب دې زما که غونډې منډې          چې سپینې لیچې دې د څټ لاندې کومه

***

په ګل سرخ کې خاورې مه شې        پکې سور ګل شې چې هر څوک دې بویوینه

*** 

زه  د يورپ  جينكۍ څه  كړم           چې خړه  پړه  پښتنه  لېلا  لرمه

*** 

دا ستا د مور غټې خبرې           لکه چکړې د کوڅو ترې ځان ساتمه

***

که پسې ځم خلق پوهېږي           که پسې نه ځم لیلی کړي اشارتونه

***

څنګ ته مې کینه زړه مې ژاړي          ستا د ښکلا په کتو ګوندې صبر شینه

***

برایي چېرې وې یتیمه!           چې شا لیلا په سپینه خوله کړه خیراتونه

***

 د شپې په خوب کې ګلان وینم           د لیلی مینه مې په ګلو ګرزوینه

***

ټكری د ځان پسې راكاږي           خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه

***

ټوټې ټوټې درباندې زه شوم           په بخملي سينه دې نور كوي خوبونه

***

له پاسه سره لستوڼې راغله           د بام په سر ورته پېریانو ونیومه

***

جانانه راشه چې  پخلا  شو           عمر د ژمي مازدیګر  دی تېر به  شینه

***

په دا يوه خبره خوشحال يم           چې خان غريب به ټول يوې خاورې ته ځينه

***

نامردې یو ځلې خوله راکړه        مدام به نه وي ستا ځواني زما سوالونه

***

خوله د ملا د لور خوږه وي           د شکرانې چرګان یې ټول خوړلي  وینه

*** 

چې سپینه خوله دې را په زړه کړم        له سترګو اوښکې تویوم سلګۍ وهمه

*** 

خوله مې پرون اخیستې خلکو          پر شونډان نن ژبه وهم مزه کوینه

*** 

خوله مې ترې غوښته غېږ یې راکړه         خدایه خیالي لیلی ته ورکې جنتونه

*** 

خوله دې د سپینو زرو جام دی        دا نرۍ شونډې دې د سرو زرو  سیمونه

***

چې ستا د زلفو نسیم راشي          پر ما سبا لکه سور ګل پرې تازه شمه

*** 

 دوستانو یو تر بل ځاریږۍ            ما د مجلس یاران لیدل چې خاورې شوونه

***

تُورې به نه کړو نو به څه کړو           چې مو شیدې د پښتنو رودلې دینه

***

مورې لنډۍ تُوره مې راکړه           په وطن جنګ دی زه خپل ځان قربانومه

***

د جلۍ ونه د بادام ده            چې نری باد شي سر یې ځمکې ته راځینه

***

د ګل مېخونو دې شرنګی شو          ما ویل کوټوال دی زولنې را اچوینه

*** 

د ګل مېخیو دې شرنګا شوه          ما وې پښ ناست دی تبرګی تیره کوینه

*** 

خال خو دې شین غاړه دې سپینه        خندا دې سین دی عالمونه غرقوینه

***  

خال خو دې شین غاړه دې سپینه        دا سپینکی غاښ دې لکه دُر شغلې کوینه

*** 

خال یې په غونډه زنه ګوره         لکه خالداره مڼه زړونه خوښوینه

*** 

حسن جمال درکړی رب دی        سترګې په ورو ورو خوځوه چې ودې سومه

*** 

خاوند دې روغه لیونۍ کړه         لکه چې روغ لیونی زه در پسې یمه

***

خدای به دې زلفې په لاس راکي         ماته د کلي ماشومان  دوعا کوینه

*** 

اور خو چې بل شي بیا به مړ شي         زړه چې میین شي همیشه لمبې وهینه

*** 

اور د دوزخ به ترینه یخ وي         چې په چا تاو د عاشقۍ تېر شوی وینه

***

اوږۍ په غاړه نجلۍ لاړه         پرېږده چې ولاړه میلمنه به چېرې وینه

*** 

د پیزوان بخت راته معلوم شو        لکه بورا چې د سور ګل د پاسه وینه

*** 

پېزوان دې کوز له شونډو  نه کړې          چې عاشقان دې په رڼا ګوري خالونه

*** 

پېزوان یې بیا په شونډو سپور کړ            لکه کوتره په هوا چورلک وهینه

*** 

پېزوانه څومره بختور یې          د ناز میرمن دې سپور په شونډو ګرزوینه

*** 

پېزوانه څومره بختور یې           همیش د سرو شونډو چې اخلې خوندونه

*** 

پېزوانه ستا قدر په کار دی         چې ملکه د حسن  ناز په تا کوینه

*** 

ټپه تیاره ده نه دې وینم            په چار کنجه پیزوان دې بل که مشالونه

***

ټیک پر تندی پیزوان په شونډو          اوږۍ په غاړه د نجلۍ مزه کوینه

***

ټیک یې په سرو شونډو مزه کا            لکه بلبل چې په چرګ بانګ نارې وهینه

*** 

ټیک په تندی چارګل په پوزه          په لنډه زنه دې شین خال مزه کوینه

*** 

ټیک په تندی پیزوان په شونډو          اوږۍ په غاړه یاره لامزه کوینه

*** 

چارګل په پوزه که خدای یاد کړه         که چېرې یار دې مسافر وي را به شینه

***

پېغله چې نوی پېغلتوب کړي           له سپینو واورونه  یې سپین وي مړوندونه

*** 

پېغله خو یې، خوښه مې نه یې          د خمارو سترګو دې بل کوي سیلونه

*** 

پیغمبري ګل به ترې جوړ شي          که دې پر لنډه زنه ووهل خالونه

*** 

پیکی دې یو خواته شانه کړه          د وروځو منځ  کې دې شین خال راښکاره شنه

*** 

تور دې پیکی تورې دې وروځې          دا سپین غاښونه دې تیاره رڼا کوینه

*** 

تور دې پیکی نرۍ دې وروځې         که ته را ووځې ما به ورک کړې له وطنه

*** 

تور دې زلفان تور دې چشمان دي         تور دې کاکل په زړه مې داغ ولګاونه

***

تورې دې سترګې تورې زلفې          تورې دې وروځې تور اوربل زړګی مو وړینه

*** 

په سترګو بیا د رنجو زور که         د مسافر جانان دې غږ دی چې راځینه

***

ته بختور یې سوداګره          چې مرغلرې خرڅوې شمېرې خالونه

*** 

تنکۍ ځوانۍ دې لیونی کړم          دې سپینې خولې ته دې پیریانو ونیومه

***

د پیغلې خوله شینکی کاریز دی        شینکي کاریز ته هر مرغه غاړه وهینه

*** 

اوس به وطن په وینو رنګ کړم         که د خوږمن زړګي نه لرې کړم لاسونه

***

اوس مې د خولې ویره شوه ورکه         باغ لره ځم لتا سره ګل پرې کومه

***

اخر به ما په چا حلال کې          چې په دېوال ښکاره کوې سپین مړوندونه

***

اخر به ما په چړو مړ کې            ته چې دا سپینه سینه ږدې په دېوالونه

*** 

تا چې شین خال په زنه کښیښود          ما د کفن پیسې په پور راوړې  دینه

*** 

خال خو دې شین غاړه دې سپینه        خندا دې سین دی عالمونه غرقوینه

*** 

 خال خو دې شین غاړه دې سپینه          دا سپینکی غاښ دې لکه دُر شغلې کوینه 

*** 

خال یې په غونډه زنه ګوره         لکه خالداره مڼه زړونه خوښوینه

*** 

خال دې د وروځو په منځ ایښی        زما په نامراد زړګي دې اور ولګاونه

***

حسن جمال درکړی رب دی         سترګې په ورو ورو خوځوه چې ودې سومه

*** 

خبرې کړې شونډې دې رېږدي        لکه سور ګل چې د سهار شمال وحینه

*** 

تا چې کمیس خپل کمرچین کړ          ما د غماز په ستوني کښیښوول لاسونه

***

خدای دې په داسې ځای کې راکه           چې د ټټر روپۍ دې ګډې وډې کړمه

*** 

اوښکې مې پرېږده چې بهېږي          زما د زړه چینې پرجوش راغلې دینه

*** 

سلام مې په هغې جلۍ وایه           چې سر یې رنګ وي دیواله ته ناسته وینه

***

که یاري کړې همدا یې کال دی           بیا مې د بریتو خط راځي بدرنګ به شمه

***

که چا سپوږمۍ لیدلې نه وي        د شالیلی مخ دی  سپوږمۍ شغلې یې ځینه

***

که چا رباب لیدلی نه وي        د شا لیلی سینه رباب زلفې تارونه

***

که خماري سترګې دې نه وای         د زړه په سر به زخمي ولې ګرزیدمه

***

کله ښکاره کله پټېږې        لکه سور ګل چې باد په پاڼو کز وهینه

***

عاشق بې شکه جنتي دی           چې تمامي عمر په صبر تیروینه

*** 

بې اوره وسومه ستي شوم          ملالو سترګو په ما اور ولګاونه

***

که څوک ببرې لښتې غواړي           زما د لیلا سترګې ببرې لښتې دینه

***

ما د جلۍ د غیږ منګی کې           چې په سینه مې خوزوی سر ته مې وړینه

***

شونډې دې دواړه داسې سرې كړې           لكه د وينو څاڅكي واورو باندې وينه

***

د لنډې ونې نه دی ځار شم           لکه سيسي چې په کمر ولاړه وينه

***

په تور پیکی دې غوړي کم کړه          په هلکانو دې زیړی ولګاونه

***

زلفې دې بې شماله ښوري           لکه استاد شاګرد ته لښته خوځوينه

***

باور مې نه شي که به روغ شم           بلا زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه

***

مور  یې د کلي شړومبې غواړي           لور یې په سپینه روپۍ خوله نه ورکوینه 

***

باڼه  اغزي  شونډې  دې  پاڼې  اشنا           لږ په  ورو  ورو يې خوځوه  زخمي  دې كړمه

***

د روغيدو تمه مې نه شته           جانان په غشو د بڼو ويشتلی يمه

***

باڼه دې ورو جګ کړه شيرينې           ما ته دې سم د زړه په سر ټومبلي دينه

***

په بنګو چرسو مې کار نشته           چي د جانان په کوڅه تېر شم نشه شمه

***

تنور چې تود شي  اخير سوړ شي           زړه چې  میين  شي هميشه لمبې  وهينه

***

خدای به  دې  زولفې په لاس  راکړي           ما ته د کلي ماشومان  دوعا کوينه

***

خاطر دې ډير راباندې ګران دی           د چا د وړاندې سترګې نه در اړومه

***

د مينې اور به مې مړ نشي           که د جامو سره درياب ته ودانګمه

***

ځان يې زړو جامو كې جوړ کړ          لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وينه

***

پېزوانه  بخت   دې  مبارك شه           د ناز  مېرمن  دې  سور  په  شونډو گرځوينه

***

چې سپينه خوله ورسره نه وي           په تش ديدن مې کله زړه طاقت کوينه

*** 

د محبت  په  رنځ   رنځور  يم           شېرينې  راكړه  د سركو شونډو سرونه

***

چې خوله دې راکړه په خندا شوې            زه دې له خولې نه په خندا خوشحاله شومه

***

خوله  مې غوښته  ژبه  يې راكړه           خدايه سخي نجلۍ  ته  وركړې  جنتونه

*** 

د پیغلې خوله شینکی کاریز دی         شینکي کاریز ته هر مرغه غاړه وهینه

*** 

د پیغلې خوله د جنت ور دی        د جنت ور ته هر مومن تمه کوینه

***

د پیغلې خوله د زړه دوا ده          بې له دې نه ځي د خوږمن زړګي رنځونه

*** 

په خندا هره نجلۍ خاندي           دا یوه نیمه د زړه زنګ جلا کوینه

*** 

په خندا هره نجلۍ خاندي           لیلی چې خاندي مرغلرې تویوینه

  ***

چې دواړه لاسه مې ترې تاو کړل           شپه د جمعې وه په ايمان وويريدمه

***

په جهان دوه څیزه مزه کا           یا سپینه خوله یا د بوړي توپک غږونه

***

خبرې کړې شونډې دې ريږدي           لکه سورګل چې د سهار شمال وهينه

***

دا نيمه شپه ده ټپې خوند کا           څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

 *** 

ته چې راځې ما به خبر کړې         چې پر پالنګ لاچي لونګ وغوړومه

***

دا نازولې لور د چا ده           چې هر سبا توروي سترګې  ږدي خالونه

***

میین د خدای ګناهګار نه دی           په ژیړو ګلو د هر چا مینه راځینه

***

اور چې بلېږي آخر مړ شي           د مینې اور سړی تر عُمره سوځوینه

***

په سپینه خوله که روژه ماته          د کفارت روژې به دواړه ونیسونه

***

حسن دې اور راته بليږي           زه ورته ناست د زړه  قطری پری  پخومه

***

خدايه په داسې لمبو وسوم           چې نه ئې دود شته نه ئې تاو چا له ورځينه

***

مينه له مـيـنې پيدا کيږي           په مينه مينه دې کاته ميین دې کړمه

***

زه په عاشق سړي پوهيږم           يایې رنګ زيړ وي يایې شونډې وچې وينه

***

په مخ دې څاڅكى د باران دى           ما خو ګومان د مرغلرو پرې كونه

***

په مرګ خپه نه يم دلبره          راكړه يو ځل د تورو ستركو ديدنونه

***

پېزوانه بخت دې مبارك شه           د ناز مېرمن دې سپور په شونډو ګرځوينه

***

پېزوانه خانده هوسېږه           سبا اختر دى تا به پاس په شونډو وړينه

***

پيزوانه څومره بختور ئې           د ناز ميرمن دې سپور په شونډو ګرځوينه

***

چې پر زينه ختلى نه شې           نامردې ولې دې ګيبى پرتوګ کاونه

***

زما په زړه دې باڼه ښخ دي           سترګې په وار پورته كوه نامردې مرمه

***

که سپوږمۍ نه یې کمه نه یې           د مینې رنګ دې تیاره  زړه  رڼا  کوینه

***

خوب ته مې راغلې نیمه شپه کښې           دخیال په غیږ کښې مې نیولې ویښ دې کړمه

***

باور مې نه شي که به روغ شم           بلا  زخمونه مې په زړه دي مړ به شمه

***

بيا به  دې  نوم  په  خوله  وانخلم           بېگاه  دې  مور له  دروازې  شړلی  يمه

***

باڼه دې مړه دي ښکته  ګوري          لکه چې مور دې  نوره کور کې  بندوینه

***

د تا د زلفو یو تار راکړه           چې پې پیوند کړم د زړګي نري درزونه

***

باڼه دی  ورو جګ کړه  شیرینې            ما ته دې سم  د زړه په  سر ټومبلی دینه

***

بنګړي نیم ښکته کړه نیم  پورته           چې په خالي مړوند دې  سر  ولګومه

*** 

بنګړو دې نيمه شپه کې شرنګ کړو           زه دې بهر تمبو ته لاس په نامه شومه

***

تپه تياره ده نه  دې  وينم           بنګړو ته شرنګ ورکړه چې  ودې  پېژنمه

***

په سور سالو کې ګناه  نشته           ګناه  نجلۍ کې ده چې  ړنګه  بنګه  ځینه 

***

د خمارو سترګو دې جار شم         چې یې راواړوې له ما واخلي غمونه

***

د خمارو سترګو دې جار شم         دا تور باڼه دې په قلم جوړ کړي دینه

***

د خمارو سترګو میرمنې         ما د لمنې لاندې پټ که خوب راځینه

***

ستا تر خمارو سترګو جار شم         کاږه باڼه دې د زړه سر زخمي کوینه

***

ستا تر خمارو سترګو جار شم          که په کتو زړه له ګوګل راڅخه وړینه

***

 ستا تر خمارو سترګو جار شم        چې تازه کېږي پرې زما د زړه ګلونه

***                

خدايه   دا مور  يې  لېونۍ کړې           میين  پرې  زه  يم  اوس  يې  بل  ته  ورکوينه

***

باور مې نشي چې به روغ شم        زه د کمکي پیکي شمال وهلی یمه

***

د خلاصیدو امید مې نشته              لیلا د زلفو په رسو تړلۍ یمه

***

د غم پولیس راپسې ګرځي        زه د لیلا په یارانه غل شوی یمه

***

خلک شراب  وڅښي نشه شي           ما د لیلا د لاسه اوبه  نشه کوینه

***

اباسین بیا پۀ څپو راغی           پۀ سر یې  راوړۀ سپینې خولې  زېړ  پېزوانونه

***

د جینکو کافرې سترګې           لوګی  بهانه کړي  ژړا  یار پسې کوینه

***

ما يې د ورور د سترګو جار كړې           دا د ورور سترګې يې د خور په شانته دينه

***

ما يې د ورور د سترګو ځار كړې           ده به د خور سترګو ته ډېر كتلي وينه

***

سپرلى به بيا په وطن راشي           جونه به كېږدي په اوربل كې سره ګلونه

***

خدای دې په داسې ځای کې راکړه           چې ته نارې کړې زه دې غېږ کې ټینګومه

***

خدای دې د پوزې پېزوان مات کړه           چې د زرګر په دوکان دواړه یو ځای شونه

*** 

دا نازولې لور د چا ده           چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه

***

چنار به  ولې سر لوړ نه کا           چې  جنکۍ  ورلاندې  سترګې  توروینه

***

خدایه د مور یې  ورته  پام کړې           چې په لنډۍ  زنه یې  ووهي خالونه

***

خدایه نری، نری باران کړې           چې د لیلا کډې تړلې پاتې شینه

***

باد د جنت پکې  لګیږي           د غرمې  خوب  د شالیلا  دېرې  ته  وړمه

***

پورې لیلا ګوره چې مونځ کړي            قبول یې مه کړې تور اوربل پر خاورو ږدینه

*** 

د زنې خال دې را په یاد شو          سترګې مې دواړه رڼې اوښکې تویوینه

***

د زنې خال دې مبارک شه         تا به د زړه له ډېرې مینې ایښی وینه

*** 

د زنې خال دې مجلسي دی        د تندي خال دې مرور پخلا کوینه

*** 

د زنې سر یې خوله کې راکړ         قسم یې راکړ چې مې وران نه کړې خالونه

*** 

د سپینو غاښو دې بریښنا شوه        چا ویل ژلۍ ده چا ویل واوره وروینه

*** 

پر مخ یې سپینې روپۍ زانګي         نجلۍ په څڼو لاس وهي یار له ورځینه

***

اول دې لوبې راسره کړې           اوس د جستو پر څوکو ځې چې پېغله يمه

***

په تور لحد کې به نارې کړم         زه ارمانجن د سپینې خولې راغلی یمه

 ***

یو دې غریب پیدا کړم خدایه           بل دې میین په زورورو خلکو کړمه

***

له ویرې غږ کولی نه شم           د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه

***

تر خماري سترګو  دې جار  شم           چې په  ژړا شي  مرغلرې  تویوینه

***

عالمه  سترګو  ته  يې  ګورئ           چې په ژړا شي مرغلرې تویوینه


***

دا سپین مخ سترګې دې تورې        شونډې دې سرې لکه ګلان مزه کوینه

***

دا سپینه لیچه دې اوږده کړه        یو وار مې پرېږده چې پرې سر ولګومه

***

دا ستا غونډه منډه زنه        لکه انار د کندهار زړه خوږوینه

*** 

دا ستا د زلفو یو تار راکه         که مسافر شوم تل به تا پرې یادومه

***

دا ستا د شونډو شربت راکه        ژبه مې وچه ده ستا نوم پرې یادومه

***

دا سپینه ټنډه دې غونډۍ ده         تور پیچکی دې رمې په پنډې دینه

***

نجلۍ وړه  د يارۍ نه  ده           كم عقله مور  يې  ورته سترګې  توروينه

***

شونډې دې پاڼې د ګلاب دي           د مخ خولو نه دې د عطر بوی راځینه

***

دا ستا وصال چې را په یاد شي        سترګې مې لپې لپې اوښکې تویوینه

***

خلک به وايي چې وړه ده           وړې زما په زړه چړې منډلې دینه

***

نښې دې  ډېرې ما  سره  دي           نښې دې څه كړم چې دې سترګې نه  وينمه

***

خمارو سترګو ته دې وایه           چې مې ماشوم زړګی نور نه ازاروینه 

***

همداسې نورې لنډۍ...