"د افغانستان نومهالي ادبیات"

وګړنی ادب (درېیمه برخه ) - مـــــــــــــــــــــــتلونه

ویشنه: وګړنی ادب



لیکوال : انجنیر عبدالقادر مسعود 



 

                                                متلونه زموږ د ولسونو ارزښتناک، ویاړلي، ادبي او فرهنگي میراث





متلونه د پښتو ژبې په شفاهي اولسي ادب یا فولکلور کې هغه غوره او په زړه پورې ځېل او ژانر دی، چې په لنډو، وړو وړو خوندورو او زړه وړونکو هر اړخیزو اغېزناکو جملو، پاکو او سپیڅلو ویناوو، افکارو او خوږو الفاظو او حکمتونو کې د پښتني، ټولنیز او انساني ژوند و ژواک بیلابیل پړاوونه او رنګارنګ اړخونه په  ډېر عالي، ساده، روانه او د عوامو خلکو په  ژبه  تشریح  او بیانوي، تر څو اوریدونکي او لوستونکي وکولای شي ترینه پوهه او خپله موخه، هدف او مقصد تر لاسه کړي. 

متلونه د هرې  ژبې یوه لویه او خوندوره ادبي برخه ده، او د پښتو د ژبې یوه  بډایه تمدني زیرمه او شتمني ده. متلونه د اولسي ادب  په ګلبڼ کې د عوامو وگړو ږغ، پراخه مفهوم لرونکې، په تول تللې، پخې او خوږې خبرې او لنډې ویناګانې دي، چې پوره فصاحت، بلاغت او رښتینوالی لري او په ولسي خبرو اترو کې د پاخه او غښتلي استدلال، منطق او کلام  ښکلا په کې نغښتې ده. هر متل ځانته یو ټاکلی  پیغام او موخه لري، او ستونزمنو او کړکیچنو حالاتو ته داسی لاره غوره کوي، چې د خلکو، اوریدونکو او لوستونکو لپاره د ډاډ، باور، قناعت او منلو وړ وګرځي او څوک د شک او تردید په گمان ورته و نه گوري. همدا وجه ده چې متلونه د پښتو ژبې او فلکلور، ښایست او ګاڼه ده او د اولسي او ټولنیزو، پوهنیزو پخو تجربو او آزمایښتونو له عمله جوړ شوې دي او په عمل کې تطبیق شوې دي. د ځينو متلونو شاته ځانګړې پېښې او لويې کيسې، نکلونه او افسانې پرتې دي، کله چې داسې متلونه لولو او اورو نو سمدلاسه زموږ ذهن او فکر هغو کیسو، نکلونو او افسانو ته ورګرځوي، چې د ټولنیز ژوند و ژواک هر اړخیز ارزښتونه او رازونه، تاریخي، مهمو او با ارزښتو پېښو او د غښتلیو، پیاوړو او نومیالیو فولکلوري اتلانو او جنګیالیو ځانګړنې او کړنې، انځورونه پکې نغښتې دي. متلونه د خبرو او ویناوو هنر، جوهر، موزونيت او د یوې ټولنې او وګړو د ژوند و ژواک هینداره ده. په پښتو ژبه کې د شفاهي ادب په برخه کې  په زر هاوو متلونه شتون لري، چې شمیر یې خورا زیات دی او هر متل خپله ځانګړې بڼه او ښکلا، بېلابېل رنګونه او خوند لري. 

ارواښاد عبدالروف بینوا چې زموږ په ټولنه کې یو نامتو لیکوال، وتلی شاعر اوپیژندل شوی ادبي او فرهنگي شخصیت دی، د پښتو متلونو په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي: 

 «.... متلونه د اولسي ادب په بڼ کې یوه په زړه پورې برخه جوړوي چې د یوه نسل نه بل نسل ته، د یوه اولس نه بل اولس ته ور باندې افکار، کلتور او دودونه د هماغه اولس د عامه ذهنیت په منلي شوي چوکاټ کې لیږدول کیږي.»

 ښاغلي سر محقق زلمی هیواد مل چې زموږ د هیواد یو تکړه او مخکښ لیکوال، نامتو څیړونکی او فولکلور پوه  دی په خپله یوه لیکنه کې داسی وایي: 

«.... د فولکلور پوهانو په ګروهه، متلونه هغه وخت د ولسونو ژبو ته لاره پیدا کړه، چې هغو ژبو لا لیک نه درلود – متلونه د ولسونو د ژوند د شرایطو، اخلاقو، کلتور او نورو خصوصیاتو هینداره ده...»

د نوموړو لیکوالو د خبرو پر لاسوند، په رښتیا سره متلونه زموږ د ټولنې او ولسونو د رښتینو او اږدو تجربو او آزمایښتونو هغه  ارزښتناکې، لنډې، پخې او کره، با مفهومه او ساده خبرې او ویناوې دي، چې د لنډیو په شان د مضمون، منځپانګې، بڼې، سکالو او موضوع  له پلوه ډیر غني او ځانگړی پیغام، موخه، مقصد او مطلب لري  او د خلکو په منځ کې  په  خپل  وخت  او زمان کې د یوې خولې نه بلې خولې ته د ادبیاتو د تاریخ  په  پاڼو کې تر ننه  پورې  رسیدلې دي. د متلونو تاریخ او ویونکي  معلوم نه دي. پښتو متلونه له لرغونو زمانو څخه په پښتو ژبه کې شتون لري، ډېر لرغوني او تاریخي ښکاري. 

ارواښاد دوست شینواری چې یو نامتو او پیاوړی لیکوال دی د پښتو متل د مفهوم، بڼې او شکل په برخه کې  داسی وایي:

« د متل بلاغت او فصاحت پدې کې دی چې د فورم له مخې ساده او عام فهمه او د افادې له پلوه په هدف رسا او سم لگیږي.»

په رښتیا سره، چې متلونه هغه خوندورې، په زړه پورې او پخې ویناوې دي، چې ولسونو له ډیرو اوږدو، ازمایښتونو او تجربو وروسته تر لاسه کړې دي، همدا وجه ده چې متلونه پښتنو ته ډېر اهمیت او ارزښت لري، لارښوونکي او د ډاډ او باور وړ دي. دوی ته هر متل د کاڼي کرښه، پوخ استدلال او منطق ښکاري.

د فولکلور او ادب څېړونکو متلونه په عام ډول د  بڼې او شکل له مخې په دوو برخو ویشلې دي:

منظوم متلونه او منثور متلونه. 

منظوم او منثور متلونو، خپل نظمي او نثري ځانګړنې، خوند، ښکلا او د لوړ فکر او ژور احساس سرچینې لري. په پښتو منظوم متلونو کې وزن او قافیه، استعارې، کنایي او مجاز شتون لري، سربېره پر دې، چې خپل خوند، شاعرانه هنري رنګ لري يو ډول موسيقوي ارزښت هم په کې نغښتی دی، چې خپل ځانګړی وزن، د کلمو او لفظونو تناسب پکې خوږه موسيقي پيدا کوي. همداسې منثور متلونه خوږ متن، پخه، خوږه ادبي او معیاري ژبه او  هم خپل ځانګړی آهنګ  لري. د جوړښت له مخې یوه لنډه، خو بشپړه جمله وي، چې د ګرامر له مخې مبتدا او خبر دواړو برخې پکې شتون لري.

دلته د منظومو متلونو څو بېلګې تاسو ته وړاندې کوم:                                                                                                                                                                                                                                                              

ـ اصيل خطا نه لري ، کم اصل  وفا نه لري.

- ښه خوی به دې سلطان کړي، بد خوی به دې په ځان پورې حیران کړي.

- خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا ده.

- چې نه دې وي له موره، ورته مه وایه چې وروره.

- سل روپۍ پور که، د اختر شپه په کور که.

- د ځوانۍ یوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي.

- زه چې ستا په منګ وم، ونه د لونګ وم. 

- په خپله ملا مـې کـړې ، ځـان ته بـلا مې کـړې. 

- چې سبا شي غم پیدا شي، چې بیګا شي غم پناه شي.

- چې نه وي له موره، ورته مه وایه چې وروره.

-  چې هـوس دی، دومـره بس دی.

- مه کوه په چا چې وبه شي په تا.

-  چې شپه شي ډار په وره شي، چې ورځ شي ډار په غـره شي. 

*** 

او همداسې د نثري متلونه څو بېلګې ستاسو مخې ته ږدم. 

ـ  مه دومره خوږ شه  چې څوک دې وخوري، مه دومره تريخ شه چې څوک دې و غورځوي.

- تر ناپوه دوست، هوښيار دوښمن ښه دی.

ـ  چاړه چې د سرو زرو شي، په نس کې نه وهل کېږي. 

ـ  مال خپل ساته، ګاونډی غل مه نيسه.

- ځمکه هغه سوځي، چې اور پرې بلېږي.

- انګورو ته یې لاس نه رسېږي، وایي تروه دي.  

-  له خپلې کمبلې سره پښې سمې غزوه.

- له بارانه تښتېدم، د ناوې لاندې مې شپه شوه.

- مار ته په لستوڼي کې ځای مه ورکوه.

- نېکي وکړه، په اوبو کې یې واچوه.

- پر یوه څپېړه دوه مخونه خوږېږي.

- کوږ بار تر منزله نه رسېږي. 

ـ  له پېښې ، تيېښته  نشته.

- لاس چې مات شي، غاړې ته لوېږي. 

- په یوه ګل نه پسرلی کېږي.

ـ  د صبر مېوه خوږه  وي.

- انسان له خطا خالي نه دى.

ـ  مخ ته ځه، شاته گوره.

***

او همداسې نور...

استاد رفیع د پښتو ادب پېژندل شوی لیکوال او څېړونکی د متلونو په تړاو په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلې دي:

« .... متلونه د خلکو هغه سپېڅلې، پاکې، مانادارې او لویې لویې لنډې جملې دي، چې د ولس د ثقافت فرهنګ، علم او پوهې کړو وړو ژوندۍ نمونې او د ولسي پوهانو د لوړو افکارو نمایندګان دي... »

د استاد رفیع صاحب د خبرو پر لاسوند، په متلونو کې د ټولنیز ژوند ټولې خواوې، د یو قوم او ولس فرهنگ او کلتور،  د ټولنې سیاسي، اقتصادي، جغرافیایي، منطقي، فلسفي، مذهبي او تاريخي اکربکر، د انسانانو کړه وړه، دودونه، علم او پوهه، او د لوړو فکري اړتیاوو اندازه په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور شوې دي.

 د نوموړو لیکوالو د خبرو پر لاسوند د متلونو څو بېلګې گورو:

(که غر جگ دی په سر یې لاره ده.)

دا متل خلکو ته لار ښوونه کوي که چېرې څوک د لویو ستونزو، کړاوونو او مشکلاتو سره مخامخ کېږي نو کولای شي د حل او سمون لاره  ورته ولټوي، مانا دا چې هر لوی مشکل او ستونزه هم د علاج ګټورې لارې چارې لري. همداسې انسان ته نغوته کوي، چې اې انسانه د کبر او بی ځایه غرور او ځان غوښتنې نه ځان وژغوره. د انسان لپاره تواضع، خواخوږي، زغم اوبرده باري لوی صفت دی. زما پر اند هر څوک په دی خبرو باندې قناعت کوي او خپلو نیمگړتیاوو ته پاملرنه کوي.

د بیلگې په توگه دا متل گورو چې په ژوند کې عملي بڼه لري.

( پردی کټ تر نیمو شپو وي.)

په دې متل کې ویل کېږي، چې د انسان د بریالیتوب يو راز پر ځان تکيه ده، چې انسان بايد تل په خپل ځان تکيه وکړي نه په نورو، يعنې له خپل ځان پرته په بل چا تکيه ونکړي، بايد تل په خپل ځان تکيه وکړي.که چیرې دغې متل ته وگورو دا پایله تر لاسه کوو چې د خلکو مال خپل مه گڼئ، او په پردو باندې اتکا کول او خپل لوړ ارزښتونه او دودونه له پامه غورځول په دې متل کې ډېر ښه څرګندېږي.

په رښتیا سره چې زموږ په ټولنه کې متلونه په عملي بڼه د خلکو په منځ کې خپل ځانګړی پوړۍ لري او په حقیقت کې په هر متل کې د ژوند و ژواک د بیلابیلو اړخونو او ارزښتونو په تړاو یوه ستره، لویه او پراخه لارښوونه پرته ده.

د بیلگې په توگه دا متل گورو:

( اول سلام پسې کلام.)

دا یو اخلاقي اړتیا ده، چې یو انسان د بل انسان د لیدلو پر مهال لومړی سلام ووایي او ورپسې خپلې خبرې پیل کړي. دا متل د ټولنیز او انساني ارزښتونو له پلوه د خلکو په منځ کې ډیر اهمیت او ارزښت لري او په عنعنوي ډول، او عقیدوي او انساني توگه انسان ته درنښت او درناوی او د انساني  ژوند بنسټ او پایښت، فضیلت،  ادب او حرمت  گڼي ،انسان او انسانیت ته  په درنه سترگه گوري.

متلونه د پښتني فولکلور او ژوندو ژواک یو مهم، اغیزمن او ارزښتمن ځېل او ژانر دی. متلونه په یوه ټولنه کې د رواني، ذهني او معنوي ښیگڼې او روزنې په لحاظ د خلکو او ولسونو د ټولنیز ژوند په بیلا بیلو برخو کې د پند او انتباه، نصیحت او عبرت په توگه یوه ستره روزنیزه او تربیتي، توضیحي او د لارښوونې لویه وسیله ده، چې په مټ يې لويې، لويې شخړې هواریږي او د یو ملت او قوم رواني او روحي اکربکر تسکینوي اوپياوړی کوي.  


 او بیا دا متل گورو:

(ژرنده که د پلار ده هم په وار ده.)

 ویل کېږي: په يوه کلي کې يوه ژرنده وه، خلک به سهار وختي هلته تلل او په نوبت کې به ولاړ ول او غنم یې اوړه کول. یوه ورځ د دوو کسو تر منځ ستونزه او مشکل پیدا شو، يوه ويل، زه د مخه راغلى يم، لومړی نوبت زما دی، دا بل ويل، زموږ په کور کې اوړه تمام شوې دي لومړی وار به زما وي. د دواړو په منځ کې شخړه جوړه شوه.

په دې وخت کې دريم سړى راغى دواړو خپل خپل دلايل ورته وويل، يوه وويل، زه لومړی راغلى وم نو نوبت بايد زما وي، دا بل وويل،چې زه که وروسته هم راغلى يم لومړی وار به زما وي ځکه چې دا ژرنده زما پلار جوړه کړې ده.

دريم سړي ورته وويل،چې ځه بابا، ژرنده که د پلار ده هم په وار ده. 

او یا د بیلگې په توگه دا متل گورو: 

( بلا وه برکت یې نه وه.)

دا متل د خلکو په منځ کې هغه وخت ویل کېږي، چې زموږ ولس د بېلابېلو غمجنو او تباه کوونکو پېښو، حوادثو او مصیبتونو سره مخامخ شي، خو د دغو پېښو او حوادثو نه ځان وژغوري. په دې اکربکر کې د خلکو په منځ کې دا متل خوله په خوله گرځي. 

 او یا دبېلګې په توګه دا متل ګورو:

(انسان تر کاڼي کلک، تر ګل نازک دی.)

په دې متل کې د انسان طبیعي او فطري استعداد ته نغوته شوې ده. یعنی که انسان له خپل عزم او ارادې څخه کار واخلي، هغه کولی شي هغه کارونه تر سره کړي، چې له ډبرې څخه سخت دي او حتی ډبره هم ماتولی شي. خو که هغه له عیاشۍ، آرامۍ، تنبلۍ او سستۍ سره عادت شي، نو په دې حالت کې له ګل څخه نازک دی.

او یا دا متل ګورو:

( اوبه له پورته خوا خړېږي.)

په پښتني ټولنه کې د کورنیو او قبېلو تر منځ او همداسې په رسمي ادارو کې د کارونو د ښه سمون او نظم لپاره د مشرانو او لویانو لارښوونه او مسوولیت خپل ځانګړی ځای لري، خو یو نیم وخت په کورنیو او قبېلوي اړیکو او رسمي ادارو کې کارونه له ستونزو، خنډونو،کړاوونو او فسادونو سره مخامخ کېږي. نو په دې اکربکر کې، خلک يې مسئووليت د کورنیو، قبيلو او  رسمي ادارو پر مشرانو، لویانو او رئيسانو ور اړوي او وايې، چي او به له پورته خوا څخه خړېږي.

او یا دا متل ګورو:

( بی عقل دومره په بل نه کوي، لکه په ځان.)

دا متل د جاهل او ناپوه انسان په اړه ويل کيږي، چې د هغه د ناپوهۍ ضرر او زیان د بل انسان په پرتله خپل ځان ته زيات دى، يعنې نا پوه په خپلو خبرو او عملونو کې تر نورو خپل ځان ته زيات زيان رسوي.

په دی متل کې اصلاحي او انتقادي روحیه پرته ده. خلکو ته لارښوونه کوي چې د علم، عقل، سوچ او منطق نه کار واخلئ او خپلې ستونزې او ناخوالې په ژوره توګه او پاملرنې سره وڅیړئ او د تعقل، علم او پوهې او استدلال په وسیله د حل لاره او پریکړه ورته سمبال کړئ.

یا د ا متل گورو:

( اوبه په ډانگ نه بېليږي.)

په ټولنیز ژوند کې خلک په خپلو کارونو کې له بېلابېلو ستونزو او کړاونو سره مخامخ کېږي، خو هر څوک هڅه او کوشش کوي چې د خپلو ستونزو او کارونو د پرمختګ او ودې لپاره د خپل اندو فکر، سوچ او حکمت له لارې ورته د حل، سمون او علاج ګټورې لارې چارې ولټوي، خو ډېر کسان د فکر او حکمت څخه پرته د خپل کار د پر مختګ لپاره له زور او فشار څخه کار اخلي. نو په دې وخت کې خلک دا متل وایي. اوبه په ډانګ نه بېلیږي.

یا دا متل گورو: 

( میړونه مري او نومونه یې پاتې کېږي.)

په افغاني او پښتني ټولنه کې مشرانو، لویانو، د علم او ادب خاوندانو د خلکو په روزنه، پالنه کې تل هڅه او کوشش کړی او کوي چې هغوی ښو او سمو لارو ته وهڅوي او لارښونه یې وکړي. د دغو مشرانو او لارښوونکو نومونه تل یادېږي. همداسې زموږ په هیواد کې داسې مېړني، نامتو، هوډمن، پتمن او ننګیالي اتلان شتون لري، چې په قلم، تُوره او میړانه یې د لوی او سرلوړي افغانستان تاریخ روښانه او ځلانده ساتلی دی. دوی نه یوازې د هیواد زړه ور واکمنان، ننګیالي، حق پالونکي او مېړني شخصیتونه ول خو دوی په خپل ژوند کې د کلک هوډ او ملي ارادې خاوندان هم ول. خو که دا نامتو او پېژندل شوي شخصیتونه مري نو په دې وخت کې خلک دا متل بیانوي. مېړونه مري او نومونه یې پاتې کېږي.

یا د ا متل گورو:

( میړه مړ کړه، میړانه یې مه وژنه.) 

په افغاني او پښتني ټولنه کې ګڼ شمېر افغانان په خپل تاریخي، سیاسي، ټولنیز ادبي او فرهنګي ژوند و ژواک کې د خپلو کارنامو او ګټورو او اغېزمنو اثارو له لارې په تُوره، مېړانه او تدبیر کې د مېړنیو، ننګیالیو، حق پالونکو، حق غوښتونکو نامتو او پېژندل شویو شخصیتونو په نوم په افغاني او پښتني ټولنه کې په ډېر درنښت او ویاړ سره یادېږي. خو که څوک د دوی له ویاړلي نوم، مېړانه، اتلولي او غوره صفاتو څخه منکر شي او په بد نوم یې یاد کړي، په دې وخت کې خلک دا متل بیانوي: مېړه مړ کړه، مېړانه یې مه وژنه.

هداسې دا متل ګورو:

( خپل به دې وژړوي، پردی به دې وخندوي.)

ملګرتیوب او دوستي د ژوند یو له مهمو اړخونو څخه دی. خو ښه او بد ملګري شتون لري. ښه او رښتینی دوست او ملګری هغه څوک دی، چې له تاسره ژوره مینه، کورنۍ ته دې د زړه له کومې درنښت او درناوی ولري او په خپل دوستي او ملګریتوب کې صادق او د باور، ډاډ او اعتماد وړ وي. هغه وخت چې ته له کومې ستونزې او کړاو سره مخامخ شئ، هغه به دې لاس نیوی وکړي. کله چې تاسو یو رښتینی ملګری لرئ، تاسو کولی شئ د هغه څخه په هر څه کې د مرستې غوښتنه وکړئ. تاسو پوهیږئ چې هغه به تل ستاسو سره په ښه او بد وخت کې مل وي او تاسو به یوازې نه پرېږدي. ښه دوست به هیڅکله ستا تر شا خبرې نه کوي او که ستا تر شا خبرې وشي او یا کومه ډله ستا خلاف عمل وکړي نو دا د هغه دنده ده چې ستا ملاتړ وکړي. په دې کې شک نه شته چې هر انسان خپلې نیمګړتیاوې، کمزوري او تېروتنې لري، نو پورتنی متل زموږ په ټولنه کې داسې دودو دستور ته نغوته کوي که چېرې ستا دوست او ملګری ستا سره صادقانه مینه ولري هغه به تاسو ته تل رښتیا  او د حق خبرې کوي، امکان لري تاسو خپه شئ. دا مهمه نه ده، خو دا زموږ په ټولنه کې دود دی چې پردي خلک چا ته رښتیا نه وايي، که چا ته کوم مشکل پېښ شي شاید هم ورته خوشاله شي. که څوک ګناهونه او نیمګړتیاوې ولري، هغه پرې خوشالېږي خو د حق خبره ورته نه وايي. لنډه دا چې زموږ په ارزښتناکو او اغېزمنو پښتني دودو دستور کې داسې ښېګڼې شتون لري که څوک ورباندې عمل وکړي تل به بریالی وي او بریاوې به ولري. نو دا متل هم زموږ په پښتني ټولنه کې خپل مهم ارزښت او اغېز لري.

او یا دا متل ګورو:

( رنګ یې د ملا، عمل یې د بلا.)

ډېرو نامتو پوهانو، عالمانو، څېړونکو، فیلسوفانو، ادیبانو او شاعرانو د فلسفي تفکر په رڼا کې (ملا) د یو کاذب او دروغجن او ډارونکي مفسر په توګه او د ملا ریا او تظاهر په باب او د ناپوهه واعظانو په اړوند ډیر څه ویلي دي او د دین په ټیکه دارانو او دوکاندارنو ډیر په غصه دي. خو زموږ په ټولنه کې داسې مفسرین، واعظان او ملا هان هم لرو چې د اسلام د سپېڅلي نوم او احکامو څخه په ډېر ښه او سم تعبیر او تفسیر سره خپل افکار او پیغام خپلو خلکو ته بیانوي. زموږ په ټولنه کې د پورتني متل په رڼا کې ګورو چې یو شمېر انسانان د خپلو اعمالو په څرګندولو سره داسې عمل کوي، چې وینا او عمل یې سره توپیر لري. نو همدا وجه ده چې زموږ خلک له دې متل نه ګټه پورته کوي او خلکو ته یې بیانوي.

په رښتیا سره چې متلونه لنډې لنډې او وړې وړې، ګټورې، اغېزمنې جملې دي، خو ډېره پراخه معنا او داسې نغوتې او د پام وړ خبرې په کې نغښتی دي، چې د پښتني ټولنې ټول اړخونه، اندونه، آرونه او باورونه څرګندوي. د پوهانو، لویانو او هوښیارانو دا پخې، غوره او د پام وړ خبرې او ویناوې د ټولنې د پرمختګ او پراختیا او د راتلونکو نسلونو د سوکاله او هوسا ژوند لپاره ښې لارې چارې برابروي.

او یا دا متل ګورو:

( اوسپنه  چې څومره ټکیږي، هغومره پخیږي.)

د دی متل نه مالومیږي هر څومره چې خلک د بېلابېلو ستونزو، سختو او ناوړو حوادثو او پېښو سره مخامخ کیږي هغومره تجربه او آزمایښت تر لاسه کوي او په راتلونکي ژوند کې ځان هرومرو له دا شان ستونزو څخه ژغوري. په دې آخرو کلونو کې هغه ستونزې او ناخوالې، چې زموږ په خلکو باندې تحمیل شوې دي او زموږ  ولس  ورسره مبارزه کوي د دې متل عملي بڼه زموږ په ټولنه کې تطبیق کیږي.

ښاغلي سرمحقق زلمی هېوادمل پېژندل شوي لیکوال او فلکلور پېژندونکي په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلې دي:

«.... کوم شهکاري حکمت او فلسفه چې په فولکلور کې ځان ښکاره کوي د هغو ټولو نسبت ولس ته کیږي. او ولس په اجمالي او مجموعي ډول سره عالم، حکیم، مبتکر او فیلسوف دي.»

د هیواد مل صاحب د خبرو پر لاسوند، د متلونو نوښتګرو ویونکو په پښتني ټولنه کې د ټولنیز او انساني عملي ژوند و ژواک په تړاو او د تفکر هر اړخیز انځورونه د خپلې پوهې او حکمت له لارې په لنډو، گټورو او خوندورو جملو او با ارزښته الفاظو کې د خپلو تیرو تجربو او ازمایښتونو د لاسته  راوړنو په پایله کې زموږ  او نورو خلکو مخکې ته ایښې دي. هر متل ځانته خوند، ښکلا او ژورې ماناگانې لري. متلونه د پښتو ژبې او پښتنو د ولس هغه لویه او بډایه ادبي پانگه ده، چې د ټولنې د انساني ژوند په بیلابیل اړخونو یې هر اړخیزې څرگندونې کړې دي. په متلونو کې د ولس خوښي اوخپگان، غمونه او دردونه، ستونزې او ناخوالې، لوړ او ژور انساني ارزښتونه، ټولنیز او انساني عدالت او انصاف، ټولنیزه توصیه،  د فضیلت او اخلاقي درسونو لارښوونې، تاریخي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو ته په انتقادي ډول پاملرنه، د وطن جغرافیوي حالاتو ته کتنه، مذهبي او روحاني لارښوونې، اقتصادي ستونزې ته پاملرنه، مینه، محبت او ښکلا، وصال او بیلتون،  پت او میړانه، وطنپالنه، اتحاد او اتفاق، د ولس سره ژوره مینه او همداسې د نورو لوړو معنوي، اخلاقي، روزنیز او عالي ټولنیزو مسایلو او پېښو مفاهیم او مقصدونه توضیح او تحلیل شوې دي.

همداسې د بیلگې په تو گه دا متل گورو:

( دخلکو زور د خدای زور دی.)

له دې متل نه داسې مالومیږي که زموږ خلک سره یو شي او د ملي وحدت، یووالي، اتحاد او اتفاق لاره ونیسي بیا نو دغه ځواک، زور او قوت هیڅوک نشي ماتولی، لکه د خدای(ج) ځواک او زور چې هیڅوک یې نشي ماتولی. په رښتیا سره په دې متل کې لوی مفهوم، مقصد او حکمت نغښتې دی چې هر انسان ته د منلو وړ دی، شک او تردید په کې  ځای نلري. دا جوته ده چې پښتو متلونه یو ملي امانت دی او په متلونو کې لوی حکمت او ژوره پوهه پرته ده. زما پر اند د هر پښتون او ادب پوه، ملي، ادبي او فرهنگي سټو دنده ده چې خپلو وگړو او راتلونکو نسلونو ته په دې اړه هر اړخیز مالومات ورکړي، تر څو راتلونکي نسلونه د خپلې پوهې، د روزنې او پالنې د ودې او پرمختگ لپاره له دغو لوړو ارزښتونو نه گټه پورته کړي.

په پای کې غواړم ووایم چې وګړنی ادب، فلکلور او متلونه زموږ د ولس بډای تفکر او لوړ حکمت او ارزښتمن میراث دی چې د تاریخ په اوږدو کې وتلو، نامتو او مخکښو لیکوالو په دې تړاو خپلې لیکنې او څیړنې کړې دي چې د هر لیکوال څیړنې او لیکنې د ستاینې او درنښت وړ دي. ما هم د بېلابېلو منابعوو، کتابونو او انترنیتي سایتونو نه ګټه پورته کړې ده او یو شمیر متلونه مې راټول انتخاب اوغوره کړې دي، چې ستاسو درنو مینه والو او د ادب دوستانو پام ورته راگرځوم. هیلمن یم چې د دغو متلونو په لوستلو او لیدلو خپل ذوق، هنري،  ادبي او فرهنگي تنده پرې خړوبه کړئ.

انتخابي متلونه:

- الله پاک دربار یې پاک.

- الله تعالی د بنده پرده کوونکی دی.

- الله تعالی وايي: ته حرکت کړه زه برکت کړم.

- چې نه کوي حبيب، څه به وکي خوار طبيب.

- اول سلام پسې کلام.

- جنت د مور او پلار تر پښو لاندې دى.

- چې له خدايه ويريږي له هغه مه وېرېږه، چې له خدايه نه ويريږي له هغه ووېرېږه٠

- انسان د احسان تابع دی.

- انسان تر کاڼي سخت  تر گل نازک دی.

- انسان ته انسانیت اړین او ضرور دی.

- سره  زر  په  اور کې پخیږي  او سړی په سختیو کې.


- ازمويلی څوک نه ازمويي.

- اصيل په جنډه کالو کې هم معلوميږي.

- اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک. 

- انسان له ختا سره ملگری دی.

- انسان له سهوې خالي نه دی.

- اول د خدای حق بیا د همسایه او ګاونډي حق.

ـ  پوهه تر سرو  زرو  زیات  ارزښت لري.

ـ  کوم کار چې تُوره  نه شي کولای  قلم  یې  کولای  شي.

ـ  قلم د افکارو ترجمان  دی.

ـ  د ژبې اعتبار د قوم اعتبار دی.

ـ  ادب  له  بې  ادبه  زده کيږي.

 - اعتبار په علم و ادب ده، نه په مال و نسب.

- جاهلانو ته د علم خبرې مه کوه.

ـ  بې عمله علم، د بې مېوې ونې  په څېر وي.

- تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښه دی.

ـ  بې عقل دونه  په بل نه کوي  لکه په ځان.

ـ  خپله خوله  هم کلا ده  هم  بلا.

ـ  خپل عمل، د لارې مل.

- اعتبار په علم او ادب ده، نه په مال او نسب.

- اول سوچ کوه بیا خبره کوه.

ـ  ښه عمل به دې  سلطان کړي ، بد عمل به دې  په ځان پورې حيران کړي.

ـ  رښتیا ویل  ترخه دي،  خو میوه یې خوږه  ده.

ـ  رښتیا خبره  تیږه  ماتوي  او  ورانه خبره سر ماتوي.

ـ  د توُرې  زخم جوړیږي، خو د ژبې زخم نه جوړیږي.

ـ اصيل خطا نه لري ، کم اصل  وفا نه  لري.

- اول خپل عیب ته ګوته نیسه بیا د نورو عیبونو ته.

 ـ  دکبرکاسه نسکوره ده.

ـ  کبرجن د خدای دښمن دی.

- په نيستۍ کي سستي او په هستۍ کي مستي مه کوه.

- په خندا پسې ژړا ده، په ژړا پسې خندا ده.

ـ  بې قامه  مقام  نشته.

- له هرې تیارې وروسته رڼا ده.

ـ چي خان يې ، په يارانو  ېئ  چې ياران نه وي تورې خاورې د بيابان ېئ. 

ـ که تا ويل چې زه يم  ما ويل چې زه يم، نه به ته يې نه به زه يم که تا ويل چې ته يې او ما ويل چې ته يې، هم به ته يې هم به زه يم. 


ـ  مه دومره خوږ شه  چې څوک دې وخوري، مه دومره تريخ شه چې څوک دې و غورځوي.

- یوه شپه  ژرنده کښې هم تیریدی شي.

ـ چي ښۀ کوې، ښه به مومې. 

ـ  بد مه کوه بد به  نه  وينئ.

ـ  سيالي د نېکو ښه  ده  نه  د بدو.

- اوبه او اور سره نه یو ځای کېږي.

ـ  وروري  به کوُو، خو حساب  تر مينځه.

ـ  مه کوه  په  چا  و به  شي په  تا.

- چې بد ګرځې، بد به پرځې.

ـ  توُره سره  ښه  ده، خو نه  د  ورور په  وینو. 

ـ  بل ته کوهي مه کينه، چې خپله پکښې لوېږې.

ـ  اور له خپلې لمنې بليږي.

ـ  نن  پر ما، سبا پر تا ده.

-  هر چا ته خپل وطن کشمير دی.

-  د يو لاس څخه ټک نه خيژي. 

- موړ د وږي له حاله څه خبر دی.

- کوږ بار تر منزله نه رسېږي.

- كږه خوله سوك سموي.

- په دوه گوتو لمر نه پټېږي.

- په يوه گل نه پسرلی کېږي.

- چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي.

- ابا مه ګوره خورجین یې ګوره.

- ابا په کور نشته له ادې ډار نشته.

- مشر د کشر پل دی.

ـ  بې زحمته  راحت  نشته.

- ګټه په تاوان کېږي.

ـ  که غر جگ  دی په  سر یې لاره  ده.

ـ  له پېښې ، تيېښته  نشته. 

ـ  د صبر مېوه خوږه  وي. 

ـ  مال خپل ساته، همسايه غل مه نيسه. 

ـ  مخ ته ځه، شاته گوره. 

ـ  د پخلا دښمنه  ځان  ساته. 

ـ  چاړه چې د سرو زرو شي، په نس کې نه وهل کېږي.

ـ  چې تنگ شي، نو په جنگ شي.

- حاجي په مکه لټوه، چرسي په تکیه کې.

ـ  مار ته په لستوڼي کې ځاى مه ورکوه.

ـ  مار خوړلى  د پړي  بيرېږي.

ـ  سپى چې لېونى شي خپل خاوند هم خوري. 

ـ  ځنگل چې اور واخلي  وچ  او لانده  دواړه  سوځي.

ـ  اوبه  په  ډانگ نه بېليږي.

ـ  ژرنده که د پلار ده  هم  په  وار ده.

ـ  له ښاره  ووځه  خو له  نرخه  مه  وځه.

ـ  مېړونه  مري او نومونه يې پاتې کېږي.

ـ  مال تر سر جار، سر تر ناموس.

- انسان ته خبره خره ته لرگی.

- اوبه د جام له مخې څښل کېږي.

- اوبه د سره څخه خړې دي.

- اوبه چې څومره زور لري، ځمکه ورته سور لري.

- اوبه په ډانگ نه بېليږي.

- اوبه چې تر سر تيري شي، څه یوه نیزه څه دوې نیزې!

- اور ته خپل او پردی يو دی.

- اور له خپلې لمنې لگېږي.

- اور ته چى نږدې کيږي خامخا سوزيږي.

- اور په اور نه مري!

- اور او اوبه نه سره يو ځای کيږي.

- اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي.

- اوسپنه چې څومره ټکول کيږي هومره کلکيږي.

- اوښ ته ئې ويل دا مغزی دې ولې کوږ دی؟ ده ويل کوم ځای مې سم دی.

- اول ځان پسې جهان.

- اول حق د گاونډي دی.

- اول زده کړه، بيا کوزده کړه.

- انسان په یوه ورځ  پیدا په یوه ورځ به مري.

- اوله سودا بیا نه پیدا کیږی.

- اول فیل خانه جوړه کړه بیا فیل واخله.

- اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي.

- احتیاط ښه دی په هر کار کې تلوار مکوه.

- ارزانه بې علته نه وي گران بې حکمته.

- خیښي په خوښيو سودا په رضا.

- بد بوټى بلا نه وهي.

- بخت په ټنده دی نه په منډه.

- بد تربور په بده ورځ پکار يږي.

 - ښه  په ښو به هر څوک وکړي میړه هغه دی چې په بدو ښه وکړي.

- برخې ټولې ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي.

- بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې.

- بې زحمته راحت نشته.

- سړي غرونه دي، ښځې اړمونه.

- بې ښځې سړی ښه دی نه په کور کې همېش جنگ.

- چټه چې ځوان وویني، صورت حیران وویني.

- چې له ځایه مست نه وي، په بنګو نه مستېږي.

- بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان.

- دروغجن سړی، هر چا ته بد ښکاري.

- زرګر د مور له نتکۍ نه هم غلا کوي.

- چې هلک دې ملک شو، کلی دې ورک شو.

- برابر مه سې پر كور د نامردانو.

- بلا  وه خو برکت یې نه وو.

- پاک اوسه بې باک اوسه.

- پردی زوی نه زوی کيږي.

- پردی کټ تر نيمو شپو وي.

- پړ مې که، مړ مې که.

- پښتون له غيرته ځان اور ته اچوي.

- سپین ویښته، د عزت نښه ده.

- د لوی منګي اوبه خوږې وي.

- سل د زرګر، یو د ګګر.

- هوښیاره مرغۍ، په دوو لومو کې نښلي.

- یا به تخت وي یا تابوت.

- خوار په خپله خواري، نه شرمېږي.

- د لښکر په اخر ځه، د ماتې په سر.

- دروغ وایه، په شرع یې روغ وایه.

غل هم وایي خدایه، مل هم وایي خدایه.

د خره مینه لغته ده.

- ړانده ته شپه او ورځ یوه ده.

- بده ماینه، تنګه موچڼه ده.

- د بل ډوډۍ یا پور دی یا پیغور.

- انصاف له حیوان سره هم په کار دی.

- اوبه چې شي تر غاړې، زوی او لور شي تر پښو لاندې.

- نه به وخت نه به دوران راشي، نه به بلبله سلیمان ته په خندا راشي.

- چې بیګا ته وي حیران، څه به وساتي فیلان.

- په ګیدړې پورې خپل پوست اور دی.

- نیکي سین هم نه وړي.

- پیریانو ته غزني څه وي.

- پکهٔ چا په ورا نه پرېښوده، دې د سر کجاوې غوښتې.

- که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي.

- پښې هلته ځي چي زړه ځي.

- پنځه گوتې  سره يو نه دي.

- پنځه گوتې په خوله نه ننوزي.

- شف شف مه کوه، شفتالو ووایه.

- پوه سړی تر خپلې کمبلې پښې نه تېروي.

- په خپله کوڅه کې سپی هم زمری وي.

- په درنو دروند په سپکو سپک.

- په زحمت پسې راحت دی.

- په ژرنده کې دې شپه شه د زوم کره دې مه شه.

- په مځکه کې سيوری نه لري، په اسمان کې ستوری.

- ځمکه هغه سوزي چې اور پې بلېږي.

- تاو په هغه ځای وي چېرته چې اور بلېږي.

اختر چې تیر شي نکریځي په دېوال وتپه.

- په نن پسې سبا شته.

- په هر شي کې ښه او بد شته.

- په هغه وياله کې چې اوبه تللي وي بيا به راشي.

ـ په يوه چپلاخه د سلو مخ خوږيږي.

- په يوه گل نه پسرلی کيږي.

- په يوه لاس کې دوه هندواڼې نه اخستل کيږي.

- د زوزورو اوبه په پیچومي خیژي.

- که باران وي که ږلۍ، میلمه غواړي ښه مړۍ.

- اسمان څومره چې غورېږي دومره نه اورېږي.

- اس چې میدان ته ورځي- د سپاره په زور ورځي.

- اخره زمانه شوه د چرګانو یارانه شوه. 

- پياز دې وي په نياز دې وي.

- پردي خواړه  يا پور دى يا پيغور.

- پخپله خر نه لري د بل په آس خاندي.

- په ډيرو ړوندو کې يو سترگى پاچا وي.

- په يو کتاب څوک نۀ مُلا کېږي.

- په جنگ کي الو نه ويشل کيږي.

- په دوو سترگو ځان ويني په يوه سترگه جهان.

- پټه خوله اقرار دى.

- په پردي کار کې کار مه لره.

- څاڅکي، څاڅکي درياب سي.

- حساب په مثقال، بخشش په خروار.

- حق خپل ځای نیسي.

- په سپينه جامه تور داغ د لرې نه ښکاري.

- پلار گټلي پر زوی اسانه دي.

- تللى وخت بېرته په لاس نه راځي.

- ټینگ عزم غرونه ماتوي.

- تر پردي زوی خپله لور ښه ده.

- ترکاڼي دبيزو کار نه ده.

- تر بې کاري بې گاري ښه ده.

- تر مړه زمري، ژوندی گېډړ ښه دی.

- تربور مړ کړه، لمر ته يي مه اچوه.

- تشه لاسه ته مې دښمن يې.

- تقدير په تدبير نه بدلېږي.

- تیر په هیر.

- جنگ په وسله، ننگ په غله.

- جنگ پر خاوره ښه دی، نه پر شېدياره.

- جنگ جنگي کوي، ننگ ننگي.

- ټوپک خلک نه وژني، بلکې خلک خلک وژني. 

- څيراغ چي ئې په کور کي لگيږي و صحرا ته څه حاجت دی.

- شاپرک غوندې پرواز وکړه او د شاتو د مچی غوندې چیچل. 

- څوک چي لاس درپورې بند کي مه ئې غوڅه وه.

- څه ژرنده پڅه وه، څه غنم لانده وه.

- څۀ چې کرې هغه به رېبې.

- ځواني يوه نشه وي، داسې نه چې همېشه وي.

- چا په کلي کي نه پريښو، ده ويل اس مو د ملک کره وتړئ.

- چا په قافله کي نه پريښو، ده ويل د مخ اوښ زما دی.

- چرگه مي ناجوړه ده بهانه مې  ورته جوړه ده.

- چي بخت ئې تور سي دښمن ئې د پلار کور سي.

- چه زما په ډوډی مست شي هغه زما د مور میړه شي.

- چه ستړی نه شي موړ به نه شي.

- چه مربي لرې مربا خوره.

- چه مرگ وویني په تبه راضي شي.

- چه وخت تیر شي نو هر څه هیر شي.

- چیرې کلاله گوره  خو خپله سیاله گوره.

- چې بد گرځي، بد په پرزي.

- چې  بد کوي، بد به مومي.

- چې غل نه ئې د پاچا مه بېرېږه.

- چې بد غواړي، پر بدو به واوړي.

- چې په ناز لويږي، په زيار زړيږي.

- چې په مرگ ئې ونيسې، په تبه به راضي شي.

- چې سړى زړيږي حرص زياتيږي.

- چې اوږه ونه خوري له خولې يې بوى نه ځي.

- چې زيار کاږي، گټې د هغو دي.

- چې عقل نه لري، پر کور به یې تل غم وي.

- چې غورځي هغه پرزي.

- چې کوچنی ونه ژاړي، مور تی نه ورکوي.

- چې ماشوم ونه ژاړي مور شيدې نه وركوي.

- چې ځوان وم د نجونو يار وم چې زوړ شوم د نجونو پيغور شوم.

- چې له خدايه پټه نوي، د بندگانو ئې ولې پټوې.

- چې ملا وائي هغه کوه، چي ملا کوي هغه مه کوه.

- چې خوب درشي بالښت نه غواړي، چې زړۀ میين شي ښايست نه غواړي.

- چي نه کار په هغه دي څه کار؟

- چې باد نه وي پاڼه نه خوځيږي.

- چې  ډب  نه وي ادب نه وي.

- چې واورې وايه، چي ووينې مه وايه.

- چې وې غواړي په خوله، نو خورې به ئې په څه؟

- چيرې کلاله گوره ، خو خپله سياله گوره.

- چاړه که د سرو زرو ده  هسې نه چې د ځيگر د منډو ده.

- چې باد نه وي ونې نه ښوري.

- چې بد کوي بد به مومي.

- چي څه کرې هغه به رېبې.

- څه دې کول، چي پلار او نيکه دې کول.

- څوک مه واهه په گوته، تا به نه ولي په لوټه.

- څه چې تيار وي هغه ديار وي.

- څه چې په کټوه کې وي په څمڅه کې راپورته کیږي.

- خبره تر خبرې پورې ياديږي.

- خبرې زده که بيا ئې وکه.

- خپل کور یا خپل گور.

- خبرې ښې کوې، لکۍ ئې کږې کوې.

- خر به خندا نه پو هيږي.

- خپله خوله هم کلا ده، هم بلا.

- خداى دې مه لره محتاج د ناكسانو.

- خپل گرېوان د بل لاس ته مه ورکوه.

- خپل که دې مړ کي ، ولمر ته دي نه غورځوي.

- خپل ځان دې ساته، بل ته مه وايه چې غله.

- خرابه ښځه د بل ده.

- خر په وهلو نه آس کيږي.

- خلک په ليوني پورې خاندي، ليونۍ په خلکو پورې.

- خوار چې خوار شي ، باک ئې نشته. عزيز کرده سړی چي خوار شي تل دې ژاړي.

- خړ سپی د شرموښ ورور دی.

- خدايه لوی مې کړې لويي را مه کړې.

 - خوار کبرجن د خدای دښمن دی.

- خواړه د رنگه خوړل کيږي.

- خوار په خپله خواري نه شرميږي.

- جاهل ته دوه ځله سلام کوه.

- د اهنگر يو ټك د زرگر سل ټكه.

- دنيا چې پر خره بار کې خيرالله خان سي.

- د باران نه پاڅيد د ناوي لاندې كښيناست.

- د بادام په شان مې زړه سورى سورى دى.

- د ژمي په لمر او د دښمن په خندا اعتبار نسته.

- د خندا پسې  ژړا شته.

- د وچو سره لامده هم سوځي.

- د نن کار سبا ته مه پرېږده.

- د دنیا کارونه  واړه په توکل شي.

- د خوار ملا په اذان څوك كلمه نه وائي.

- د چل ياري سرته نه رسيږي.

- د درواغو مزل لنډ وي.

- د ښځې د زړه او د اسمان پېژنده ډېره گرانه ده.

- د دښمن په خوږو مه تير وځه.

- د زمري په خوله كې هم خير غواړه.

- د زورور مخې ته مه ځه او د آس شاته مه ځه.

- د سپي د غپ پسې مه ځه.

- د دوبي كور د اختر په ورځ معلوميږي.

- د رستم نوم د رستم نه ښه دى.

- د ښار نه زه راغلم د نرخ خبرې ته كوې.

- د سلو كالو وږي په سلو كالو كې هم نه مړيږي.

- د سيند نه مړي چا گټلي.

- د سختۍ نه څوك نه مري.

- د سيوري ونه خورما نه نيسي.

- د پيښې نه تيښته نشته.

- د ښو نه ښه پيداكيږي د بدو نه بد.

- د غره هوسۍ د غره تازيان نيسي.

- د غريب سړي د خيرات په ورځ غوا وركه وي.

- د څاڅكو نه سيلاب جوړيږي.

- د غنمو له رويه ځوز هم اوبه كيږي.

- زغم ښه شى دى خداى(ج) پرې انسان ته اجر وركوي.

- د كور په كار د كور ميرمن ښه پوهيږي.

- د تورې پرهار به جوړ شي د ژبې پرهار نه جوړېږي.

- دوست به دې وژړوي دښمن به دې وخندوي.

- د نوي منگي اوبۀ خوږې وي.

- د حجرې غم به کور ته راوړم د کور غم به چيرته يوسم.

- د سوال مړۍ له ستوني نه تيريږي.

- د سپي په خوله درياب نه مرداريږي.

- د ظلم عمر لنډ وي.

- د ډوډۍ پر قدر وږي پوهېږي.

- دنيا  په اميد خوړله کيږي.

- د وږي سترگى په دسترخوان کې وي.

- دوست ته حال وايه دښمن ته لاپې کوه.

- دوست به دي وژړوي دښمن به دې وخندوي.

- ډمې نڅا نه شوه کولاى ويل ځمکه کږه ده.

- ديوال نم زړوي خو انسان غم زړوي.

- د يوې سپږې لپاره ټول پوستين مه سوزه.

- د لاس گوتې په يوه اندازه نه دي.

- دغه گز دغه ميدان.

- د خوارانو ديگ په صبر پخيږي.

- د ښار دروازې تړل کيږي د خلکو خولې نه.

- د کور جارو، د بل دارو.

- د مرگ نه مخکې کفن مه څيرې کوه.

- د لوږې مړ سه د منت خواړه مه خوره.

 - دوستي په ليرې والي کې ښه وي.

- د اورغوي تڼاکه مرغلره ده.

- درواغ د ايمان زوال دى.

 - د بې عقله علاج نسته.

- د خپل كور خبري مه كوه د باندي.

- د سيال خواړه پور دی يا پېغور.

- د بې غيرته به د کور مېلمه واکمن وي.

- د نن کار سبا ته مه پرېږده.

- د بل په لاس مار هم مه وژنه.

- د ډوډۍ پر قدر وږي پوهېږي.

- د صبر خواړه خواږه وي.

- د صبر ميوه په مراد پخېږي.

- د مشرانو خبره د کاڼي کرښه ده.

- دوستي په ليرې والي کې ښه وي.

- دوست هغه دی چې په سخته کې دې په ښه راشي.

- ډبره چې په ځای پرته وي درنه وي.

- ډوډی به خپله خورې سترگې به د نورې پرې سرې وي.

- ډوډی که د بل ده  نس خو دې خپل دی.

- ډېر سفر وکړه چې خاموالی دې پوخ شي.

- رښتيا ويل ترخه دي.

- راستي زوال نه لري.

- رښتيا په پټولو نه پټېږي.

- رنگ مې گوره حال مې پوښته.

- روغ صورت نيمه پاچاهي ده.

- رنگ یی د ملا عمل یی د بلا.

- رنگ یی مه گوره خوند یی گوره.

- روزي په ټنډه ده  نه چې په منډه ده.

- روزي چا په منډه نه ده نیولې.

- روغ صورت اختر دی.

- ړوند هر څوک په یوه سترگه گوري.

- ړوند له خدايه څۀ غواړي، دوه سترگې!

- زه دې کښت نه کړم ته پټي راگڼې.

- زړه په زړه ايينه ده.

- زلمی د ځوانۍ په نشه مست وي د چا نه اوري.

- زما زویه تر ما لویه.

- زور په زور ماتیږي.

- زوړ امام او زړې تراویح.

- زه څه وایم دا سرنا مې څه وایي.

- زه خان ته گورم خان آسمان ته گوري.

- زه دې پوزه پرې کوم ته رانه پیزوان غواړې.

- زمری چې ښه لرې وي، نو بیا لېوه د زمري پېښې کوي.

- زوړ ملا، زړې تراوې.

- زړه ښځه په تگ مالومه وي.

- ژبه تانده لښته ده.

- ژرنده که د پلار ده خو په وار ده.

- ږيره د ما واك يې د ملا.

- ږیره د بل په لاس مه ورکوه.

- سترگې له سترگو شر ميږي.

- سل دې ومره يو دې مه مره.

- سپين ويل ترخه وي.

- سړی یو رنگ جامه یی دوه رنگه.

- سپور د پلي په حال څه خبر دی.

- سور سپی هم د لېوۀ ورور دی.

- سر دې آسمان ته رسي او عقل دې پښو لاندې دی.

- سره زر خپل ځان جوتوي.

- سړی په ژبه سړی دی.

- سړی په سړي توب خر په خرتوب.

- سړی په ښه خوی او سپی په بد خوی ښه ښکاري.

- سړي ته گوره سوال تری کوه.

- سړی چې زوړ شي د رنځونو پرې زور شي.

- سل روپی پور که  د ژمي شپه په کور که.

- سوی د سوي په مرض پوهیږي.

- سیال د سیال سره جوړیږي.

- سیلاب  ته د شگو بندونه  نه ټینگیږي.

- ښامار مومن خان مړ كړ، تُوره په كې هر څوك سره كوي چې ما مړ كړ.

- شپی  پسې ورځ شته.

- شرعه ظاهر گوري.

- شریک خدای نه لري.

- شریکه ښځه به ښه وي خو شریک دکان ښه نه وي.

- شرميږي هغه چې په شرم پوهيږي.

- ښځه د کور ډېوه ده.

- ښه وکړه په اوبو کې يې واچوه.

- ښه خوی به دې سلطان کړي بد خوی به دې حیوان کړي.

- ښځې چا مرکو ته نه دي بيولې.

- ښه دوست په بد ځای کښې معلومیږي.

- ښه دوست خپل دوست ته ښه لاره ښایي.

- ښه د هغه چا سره خوند کوي چې پرې پوهیږي.

- صبر د میړو لوی هنر دی.

- صبر د بزرگی نښه ده.

- علم د ښه سړي نه ډېر ښه او د بد سړي نه ډېر بد جوړوي.

- عقل لعل گوهر دى نه په زور دى نه په زر دى.

- عاجزي د خدای رحمت دی.

- عاجزي غیرت دی.

- عذر تر گناه بد تر دی.

- عقل د بی عقلو نه زده کیږي.

- عقل که نه لري  هیڅ څه نه لري، عقل که لري هر څه لري.

- غر که لوړ دى به سر يې لار ده.

- غوا توره شيدې يي سپینې.

- عزت کوه عزت به دې کېږي.

- غر که څومره جگ دی، خو په سر يې لار شته.

- غره  په غره  نه ورځي خو سړى په سړي ورځي.

- غل اوسه په انصاف اوسه.

- غله ته يې ويل غلاه كوه كور والا ته يې ويل بيداري كوه.

- غوټه چې پۀ لاس خلاصېږي خولې ته يي څۀ حاجت دی.

- غم د سړي عمر کموي.

- غوړ په غوړو تویږي.

- فيل که هر څومره تږى شي په نس کې ئې يو زنگون اوبه وي.

- قصابان چې ډیر شي غویي مردار شي!

- کار چې بې استاده وي؛ خود به بې بنياد وي.

-کاروان تیریږي سپي غپیږي.

- که چاړه د سروزرو شي خو په خیټه د منډلو نه ده.

- که څوک درته وایي  چې غوږ درنه سپي اوتښتو ؤ نو اول خپل غوږ گوره بیا په سپي پسې زغله.

- که ځان په عذابوئ له بی عقل سره آشنایي کوه.

- که دشمن د هر څومره خوار شي قوي یی بوله.

- که ولي نه يم خالي هم نه يم.

- كه عزت غواړې د خپلو پرده پوش سه.

- کوم کار چې پۀ صلاح وي ورکه يي بلا وي.

- که مشر مشر توب غواړي کشر هم د دنيا دود غواړي.

- کوت کوت دلته کوي خو هگى هلته اچوي.

- کور کې دې جوارى نشته له دماغه دې دپلو بوى راځي.

- که ډوډى د بل ده نس خو دې خپل دى.

- کوږ بار تر مزله نه رسي.

- که نن پر ما سبا پر تا.

- که غواړې چې رسوا نه شې ، له ټولنې سره همرنگه شه.

- که غر لوړ دی پر سر لار لري.

- که جنگ نه کوې لکۍ خو ببره نيسه.

- کوږ بار تر منزله نه رسېږي.

- کُلاله وکړه ،خپله سياله وکړه.

- گيله له خپله کېږي.

- گوړه، گوړه يادوه خوله به دې خوږه شي.

- گل بې خاره نه وي.

- گټه په سړه سینه کیږي.

- گټه په تاوان کیږي.

- گلان اوکره  چې ملک درته گلزار شي.

- گل له گل سره ښه ښکاري.

- له سیال سره سیالداري کړه، همزولي سره رازداري کړه.

- له کوره یو لیونی بس دی.

- له لیوني سپي څخه هر څوک بیریږي.

- لږ وخوره تل وخوره.

- له يوه لاسه ټک نه خيږى.

- له ښاره ووځه خو له نرخه مه وځه.

. لمر پۀ  دوو گوتو نه پټېږي.

- لال په ايرو کې نه پټېږي.

- له بارانه تښتېدم، تر ناوې لاندې مې شپه سوه.

- له يوه لاسه ټک نه خېژي.

- له وچو سره لانده هم سوځي.

- لاس چه مات شي غاړې ته لويږي.

- له بدکرداره ځوی نه ښه ده ړنده ارتينه.

- له خپل ټغر سره پښې وغزوه.

- ما په آسمان غوښتې خدای په ځمکه راکړې.

- مال په مال پسې ځي.

- مفت شرات قاضي هم څښلې دي.

- منگی کله کله ماتیږي .

- منگی هره ورځ  نه ماتیږي.

- موټی نمونه د خروار.

- میلمه خپل نصیب خوري.

- مينه د ژوند ښکلا ده.

- مينه له مينې پيداکيږي.

- مینه په تلو راتلو زیاتیږي.

- مینه ښایست نه غواړي خوب بالښت نه غواړي.

- میين يم مگر ځان اوبو ته نه اچوم.

- مېلمه د خدای دوست وي.

- مفت شراب قاضي هم څښلي دي.

- مکوه په چاه چې  وبه شي په تا.

- مړی چې خدای شرموي، پر تخته يي معامله گډه وډه شي.

- مار خوړلی له تور پړي هم وېرېږي.

- ماهي چې هر کله د اوبو څخه راوباسې تازه دی!

- مېړه مړ کړه ، خو مېړانه يي مه وژنه!

- مېړونه غرونه دي، ښځې يي اړمونه دي.

- نرمه غاړه توره هم نه غوڅوي.

- نېکي وکړه او درياب ته يې واچوه.

- نیک عمل به دې باچا کړي بد عمل به دې  رسوا کړي.

- نا پوه  دومره پر بل  نه کوي  لکه پر  ځان.

- وينه په وينه نه مينځل کېږي.

- هر چا ته خپل وطن کشمير دی.

- هر څه چې خام وي پخيږي انسان چې خام شو نه پخيږي.

- هيڅوک نه وايي چې زما شړومبى تروې دي.

- یارانی کښې بنگړي ماتیږي.

- یار د یار د پاره خوري د غویي غوښې.

- يا خپل کور يا خپل گور.

او همداسې نور متلونه...

په ډیر درنښت  او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

***


 

اخځونه:

- علامه عبدالحی حبیبی: د پښتو ادبیاتو تاریخ اول او دوهم ټوک.

- پوهاند علامه عبدالحی حبیبي: پښتو او پښتونواله(۱۳۸۲) لمریز کال. 

- عبدالروف بینوا: اوسني لیکوال (۱۳۸۸ لمریز کال) د علامه رشاد خپرندویه ټولنه.

- عبدالروف بینوا: پښتو متلونه چاڼ او دري ژباړه. کابل (۱۳۵۸) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د بین الملي مرکز خپرونه.

- صدیق الله رشتین: د پښتو ادبیاتو تاریخ. پښتو ټولنه (۱۳۲۵).

- پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار: پښتو بدلمیچ ( پښتو شعر څنګه جوړېږي)؟

- استاد ګل پاچا الفت: پښتو سندرې، کابل (۱۳۲۳) هجري شمسي.

- سلیمان لایق: پښتو لنډۍ.کابل(۱۳۶۴) د افغانستان علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز.

- سلیمان لایق: پښتو لنډۍ. (۱۳۶۱) نیو کابل کتاب پلورنځی.

- سید شمس الدین مجروح: ادبي مقالې او تحلیلونه. 

- حبیب الله رفیع: د خلکو سندرې. کابل (۱۳۹۴) د افغانستان علومو اکاډمۍ د تاریخ او ادب ټولنه.

- سرمحقق زلمی هیوادمل: د پښتو ادبیاتو تاریخ. 

- محمد صدیق روهی: د پښتو ادبیاتو تاریخ.

- محمد صدیق روهي: فولکلور پېژندنه. کابل (۱۳۶۵) د افغانستان علومو اکاډمۍ.

  - محمد صدیق روهي: ادبي څېړنه. (دوهم چاپ ۱۳۸۶) پېښور دانش خپرندویه ټولنه.

- کاندید اکادمیسین سر محقق محمد صدیق روهي. د پښتو ادبیاتو تاریخ (معاصره دوره): د چاپ کال (۱۳۷۸/ ۱۹۹۹ م). 

- محمد دین ژواک: پښتنې سندرې. (۱۳۳۴) پښتو ټولنه لومړۍ برخه د پښتو ټولنې د ادبیاتو د څانګې له خوا. 

  - محمد دین ژواک پښتو متلونه: پښتو ټولنه (۱۳۴۴). 

- عبدالغفور لېوال: ادبي یادښتونه.

- اسدالله غضنفر: جادوګر هنر. (۱۳۹۶)لمریز کال

- اسدالله غضنفر: د نثر لکینو هنر.(۱۳۸۹) لمریز کال

  - محمد اسماعیل یون: د پښتو شعر هندسي جوړښت.

 - محمد اسماعیل یون: کلتوري یون (د ادبي او کلتوري لیکنو ټولګه) (۱۳۸۷)ل

- محمد اسماعیل یون: ادب تاریخ (د پښتو ادبیاتو لرغونې دوره) (۱۳۹۴)لمریز کال. 

- عبدالله بختانی: شعر او ادب. کابل(۱۳۳۳ لمریز کال) پښتو ټولنه.

ګړنی ادب. (۱۳۵۷)- عبدالکریم پتنګ: 

- همداسې د انترنیتي سایتونه، فیسبوکونه او د یوتوب د علمي او ادبي خپرونو کتنه.

***