"د افغانستان نومهالي ادبیات"

Image Description

عبدالصمد ویسا 

د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات

 

عبدالصمد ویسا د عبدالاحد زوی په ۱۹۲۳ع = ۱۳۰۲ل کال د کندهار ولایت د ارغنداب رود د شمالي څنډې په کوهک نومې کلي کې زیږېدلی دی. 

ده لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه وکړې او بیا یې لومړنی ښوونځي هم ولوست او په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل کال په کابل کې د حکامو په عالي ښوونځي کې شامل او تر څلور کلنو زده کړو وروسته ترې فارغ شو. 

په ۱۹۴۴ع = ۱۳۲۳ل کال په کورنیو چارو وزارت کې مقرر شو او د مختلفو علاقه داریو د علاقه دار په حیث یې وظیفه اجرا کړې ده. بیا یې د شخصي معاذیرو له کبله دنده پرېښوده، پنځه کاله وزګار و او په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال په کندهار کې د کرنې بانک د څانګې مسوول شو، بیا په کندهار هوايي ډګر کې په اداري چارو بوخت شو. 

دی شاعر نه دی، خو نثري لیکنې یې په طلوع افغان او نورو رسنیو کې خپرې شوې دي. 

دده د ژوند وروستي معلومات څرګند نه شول. 

اثار 

تذکره لیکونکو دده د مستقلو اثارو په اړه څه نه دي ویلي. 

د هنر او ادب اجتماعي ارزش 

لکه څنګه چې انفرادي شخصیتونه یوازې د بڼې له مخې نه تشخیص کیږي، بلکې د معنوي مشخصاتو په لحاظ لکه کرکټر، خوی او خصلت هم پېژندل کیږي، دغه رنګه ملتونه او ولسونه هم یوازې په جغرافیاوي موقعیت او سیاسي سرحدونو باندې نه پېژندل کیږي، بلکې د هغه هېواد فرهنګ، کلچر، عنعنات او رسومات هم د هغه معرف دي. 

که اقتصادي نظام د یوه هېواد مادي بڼه څرګندوي، دغه رنګه اجتماعي ذهنیت دیوه هېواد ملي تربیه او اجتماعي رشد ښيي. کله چې موږ د اجتماعي ذهنیت او یا د هغه د رشد کلیمه وایو او یا یې اورو؛ نو ضرور مو د هغې ټولنې ثقافت، فرهنګ او کلچر په ذهن کې مجسم کیږي او د مربوطې ټولنې د معنوي سویې اندازه ځنې اټکلوو. 

که مادیت د معنویت مظهر وبولو، یعنې څه چې په باطن کې په محسوس ډول د عمل جامه اغوندي، په دې حساب ګویا انساني ژوند پر معنا ولاړ دی. 

نو که چېرې موږ دا اصل ومنو چې معنویت تر مادیت مقدم دی او یا په بل عبارت معنا، مغز او ماده د هغه قشر وبولو دا هم باید قبوله کو، چې په ملي رشد کې د ذهني انکشاف دپاره هنر او ادب لومړی او ضروري عامل دی او لکه چې د مادي اړتیاوو د رفع کولو دپاره اقتصادي نظام حتمي امر دی، دغه رنګه د معنوي تربیې او ذهني انکشاف دپاره د ملي ثقافت په برخه کې د هنر او ادب پراختیا او انکشاف ضروري کار دی. 

(اوسني لیکوال، ۱۵۰۸-۱۵۰۹مخونه)

---------------

شېرخان ناشر 

شېرمحمد خان مشهور په شېرخان یا ناشر افغان د محمد ګل خان زوی د عطا ګل خان لمسی، د شېرمحمد خان کړوسی، د احمدخان کودی د ګل شېرخان پردی، په خټه خروټی – پښتون، په ۱۸۷۸فبروري=۱۲۵۶حوت کې د غزني په قره باغ کې وزیږېد. 

لومړنۍ زده کړې یې د وخت له شرایطو سره سم د خپل پلار ترسیوري لاندې وکړې او چې شپاړس کلن شو، هندوستان ته د سوداګرۍ لپاره ولېږل شو. ددوی کورنۍ پخوا کوچیان وو او له یوه ځایه بل ته به یې کډه کوله، خو ورسره یې سوداګري هم کوله او پلار یې په هندوستان کې له سوداګرو سره اړیکې لرلې. 

شېرخان دوه کاله په هندوستان په سوداګرۍ او تجارتي زده کړو او تجربو بوخت و. وطن ته په بېرته راستنېدو یې دلته هم سوداګرۍ ته لاس واچاوه او په مزارشریف او میمنه کې یې تجارت پیل کړ، په دې توګه یې تر امو پورې غاړه له منځنۍ اسیا او روسي سوداګرو او شرکتونو سره هم راشه درشه پیل شوه. 

ده له تجارت سره د وطن د ترقۍ او تعالی لپاره اقتصادي نظریات او هم هیلې په زړه کې لرلې. په روسیه کې یې د ټوکر جوړولو په یوه کمپنۍ ومنله چې د افغانستان د هغه وخت د حکومت په مخصوصه نښه ټوکر جوړ او له افغانستان سره یې په تجارتي تبادله کې وکاروي. 

په ۱۹۱۴ع = ۱۲۹۳ل کال د سترګو د علاج لپاره ماسکو ته لاړ او تر درمنلې وروسته روسي تورکستان کې مېشت شو. د ۱۹۱۴ع = ۱۲۹۳ل – ۱۹۱۸ع = ۱۲۹۷ترمنځ چې لومړۍ نړۍ واله جګړه ونښته، د روسیې پیسې ناچله اعلان شوې او په روسي کمپنۍ کې دده سرمایه ګذاري چې تر درې میلون افغانیو پورې رسېده، هم ناچله شوه، چې په دې توګه ده ته ډېر مالي زیان واوښت. 

دا وخت په روسیه کې اړودوړ و او د شېرمحمد خان احساسات هم راوپارېدل، سیاست ته یې لاس واچاوه او په سمرقند کې یې د اخلاقو، تاریخ، مذهبي حقایقو او نورو ګټورو کتابونو د خپراوي او اقتباس چارې پیل کړې او څو تنه لیکوال، ادیبان او متبحر عالمان یې استخدام کړل او له دیني او تاریخي کتابونو یې د تالیف په شکل نوي اقتباسات وکړل او څو کتابه یې تالیف او چاپ کړل. دا کتابونه ټول په اسلامي او افغاني روحیه داسې ولیکل شول، چې ځوان نسل او د ښوونځيو زده کوونکي هم ترې استفاده وکړی شي. دا کتابونه یې افغانستان ته راستول. د افغانستان د وخت حکومت ته یې وړاندیز وکړ چې د معارف په کریکولم کې یې شامل کړي، خو دا وړاندیز ونه منل شو. 

هغه کتابونه چې ده د استخدام کړیو لیکوالو د کومېټې په لاس اقتباس، تالیف او خپاره کړل، په لاندې ډول ښودل شوي: 

۱.حیات فخر کاینات، لومړی ټوک 

۲.حیات فخر کاینات، دویم ټوک 

۳.حیات فخر کاینات، درېیم ټوک 

۴.مدنیت اسلام 

۵.عصر سعادت 

۶.اصحاب کرام، اول ټوک 

۷.اصحاب کرام، دویم ټوک 

۸.رشحات نبویه 

۹.مختصر تاریخ اسلام 

۱۰.نشر اسلام 

۱۱.عقیده اسلامیه 

۱۲.تاریخ اسلام، لومړی ټوک 

۱۳.تاریخ اسلام، دویم ټوک 

۱۴.مختصر تاریخ عمومي

۱۵.مختصر تاریخ روسیه 

۱۶.تاریخ ترکستان 

۱۷.تربیه زنبور عسل 

د نړۍ د تاریخ پېژندنې په لړ کې یې په بېلابېلو هېوادونو او قامونو مستقل اثار خپاره کړل: 

۱۸.ژاپونیان 

۱۹.کوریایان 

۲۰.چینایان 

۲۱.فرانسویان 

۲۲.المانیان 

۲۳.انګلستان 

۲۴.ایتالیان 

۲۵.خېوا او بخارا 

۲۶.یهودیان 

۲۷.هزارو یک حدیث ( له پارسي شرحې سره)

۲۸.اذکار الصلاء

۲۹.ضروریات دینیه 

۳۰.مراسلات 

۳۱.سال تعین 

هغه کتابونه چې په سمرقند کې خپاره شوي نه وو او بیا یې وروسته په هندوستان کې چاپ کړل: 

۳۲.تاریخ اسلام مفصل، لومړی ټوک 

۳۳.عصر سعادت 

۳۴.خلفای راشدین، دویم ټوک 

۳۵.خلفای امویه، درېیم ټوک 

۳۶.خلفای عباسیه 

۳۷.حفظ الصحه متاهلین 

۳۸.حقیقت اسلام 

۳۹. هدایت المسلمین 

د تاریخ ملل په برخه کې: 

۴۰.افغانستان 

۴۱.عربها 

۴۲.اسپانیان 

۴۳.امریکایان شمالي

۴۴.ترکان عثماني 

۴۵.تاتاریان 

۴۶.لهستان 

۴۷.ایرانیان 

۴۸.زنګیان 

۴۹.فنیقیان 

۵۰.بلغاریان 

۵۱.یونانیان 

۵۲.مصریان 

۵۳.مصریان ۲ 

۵۴.مجارستان 

۵۵.سونسیان 

۵۶.اسقاندونیاویان 

۵۷.موراویان 

۵۸.حبشیان 

۵۹.هوالدنیان 

۶۰.سیاسیان 

۶۱.رومانیان 

۶۲.سامولیدان 

۶۳.امریکایان جنوبي 

۶۴.سیګان و جوکیان 

۶۵.هندوستان 

۶۶.خووانیان 

۶۷.صربیان 

۶۸.هندیان امریکايي 

۶۹.استریلیان 

۷۰.قرغزان 

۷۱.باشقردان 

۷۲.ارمینان 

۷۳.ګرجیان 

دا کتابونه یې له ډېر کړاو وورسته بېرته افغانستان ته له ځان سره راوړل. 

له سمرقنده د راګرځېدو په وخت د روسي مامورینو تر تعقیب لاندې راغی، خو په عشق اباد کې د افغانستان د سفارت په مرسته وژغورل شو او تر پلټنو مخکې د ایران مشهد ته ووت. بیا د خپلو کتابونو د چاپ په غرض د بلوچستان له لارې هندوستان ته لاړ او دا کتابونه یې خپاره کړل. 

د شېرمحمد خان هیله دا وه چې دا کتابونه د افغانستان په معارف کې تدریس شي، خو داسې ونه شول. خو ددغه خدمتونو په درناوي کې د وخت پاچا امان الله خان غازي د معارف اوله درجه نښان ورکړ. څه موده په کابل کې پاتې شو او بیا خپلې پلرنۍ سیمې د غزني قره باغ ته لاړ او هلته استوګن شو. 

د سقوي اړودوړ په وخت شېرخان ناشر په کندهار کې د امان الله خان غازي په پلوۍ له راټولو شویو ځواکونو سره په تماس کې و، هیله یې وه چې دی ورسره په غزني کې مرسته وکړي، خو هغه د قدرت نیولو لپاره جګړه خوښه نه کړه، دی دلته نهیلې شو او د سقویانو د یرغل له امله یې قرباغ پرېښود او خپله کورنۍ یې ډېره اسماعیل خان ته ولېږله او په خپله د بلوچستان کوټې ته لاړ. دا وخت ده ته یوځل بیا درون مالي تاوان ورواوښت، د سقاو پلویانو دده سیمه او استوګنځی ونیو او عسکري قشله یې په کې واچوله. 

د سقوي اړودوړ تر پای وروسته محمد نادرخان ده ته د وطن د ستنېدا او په حکومت کې د کار کولو بلنه ورکړه. دی هم راستون شو او د پکتیکا په اورګون کې د اولې درجې حکومت چارې وروسپارل شوې. دلته یې په خورا دقت او صمیمیت حکومتي چارې سمبال کړې، چې د محمد نادرخان د پاملرنې وړ وګرځېد او دی یې کابل ته تر غوښتو وروسته د میمنې په اعلی حکومت مقرر کړ. 

په میمنه کې دا وخت د رغونې هیڅ کار نه و شوی، ده هلته سړکونه وویستل، باغونه یې کېنول او تلیفوني مزي یې وغوځول، د معارف په برخه کې یې ښوونځي جوړ کړل او په بریالي ډول یې حکومتي چارې سمبال کړې. 

له دې ځایه د محمد نادرشاه په لارښوونه تبدیل او په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال  قطغن او بدخشان ته د والي د کفیل په حیث واستول شو. 

په قطغن کې د دلقي ډلې او د مهاجرینو د ښورښ له امله حکومتي چارې ګډې وډې وې. دلته یې هم اصلاحات راوستل، د رغونې چارې یې په لا ښه ډول سمبال کړې او ټولو حکومتي چارو ته یې جدي پاملرنه وکړه. 

دی هلته ناروغه شو او په ۱۹۳۹ع مارچ = ۱۳۱۸ل کال په حمل کې د درملنې لپاره کابل ته راغی او په علي اباد روغتون کې بستر شو،  خو ډېر ونه پایېد او بلاخره په ۱۹۳۹-۴-۱۸ع = ۱۳۱۸-۱-۲۸ نېټه په همدې روغتون کې وفات او په خپله پلرنۍ سیمه د غزني په قرباغ کې ښخ شو. 

اثار 

دده اثار د پېژندګلوۍ د متن په منځ کې راغلي دي، خو دا اثار زیاتره اقتباسات دي او هم د نورو لیکوالو او څېړونکو په مرسته چمتو شوي دي او په سر او پای کې یې په پښتو او دري ژبه دده مقدمې او یادونې راغلې دي. 

دی شاعر نه و او د نثري لیکنو نمونې یې هم ونه موندل شوې. 

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۴۹۱-۱۴۹۹مخونه، د نوابي په قلم د لیکل شوې رسالې په حواله)