درمحمد افغانیار
د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات
ښاغلی افغانیار د افغانستان په سياسي، انقلابي او ملي ليکوالو کې د لوړ فکر او ښه نظر خاوند دی دی، چې په ښه و بد پوه شوی ځانته یې یوه سياسي ايډيالوژي ټاکلې او داسې ښکاري، چې د ژوندانه تر پایه به د همدې ایډیالوژۍ په غیږ کې د خپل هېواد خدمت کوي.
افغانيار د هېواد ناوړه انقلابي شرايطو نا انډولیو او دردونو شاعر کړی او چې پر شاعرۍ یې خوا نه ده سړه شوې، نو د ليکنې ډګر ته یې هم را دانګلي او د سياسي خپلواکۍ د لاسته راوړنې په لار کې يې ګڼې ليکنې کړي او خپرې کړې دي.
افغانیار ټینګ دریځ لري او تر مرګه له خپلې خبرې نه اوړي، خبره يې يوه ده، هو يې هو او نه يې نه ده، له همدې امله که د ده په سياسي تګلوري کې هر څومره انشعابونه را منځته شول، بیا هم ده په هماغه يوه لوري کې خان ټینګ وساته او خپله پښتنواله يې په زبات ورسوله. افغانیار ډېر کلونه په پېښور کې د هېواد د ښو شپو په تمه په کډوالۍ کې تېر کړل او له کړاوونو سره سره یې له خپلو هېوادوالو سره یو ځای د هېواد د کولتوري، سياسي او فرهنګی خپلواکۍ په لار کې مبارزه وکړه.
درمحمد افغانیار د یارمحمد خان زوی د پکتيا د اریوب خاځیو ولسوالۍ د احمد خېلو اوسېدونکی په ۱۳۳۱ ل کال په کابل ښار کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې د کابل په رحمان بابا لېسه کې پیل او په ۱۳۴۹ کال له همدې لېسې نه فارغ شو، په ۱۳۵۰ کال د اطلاعاتو او کولتور وزارت د عامه کتابتونونو په ریاست کې مسلکي غړی شو، په ۱۳۵۲ ل کال د همدغه ریاست د مطالعې د تالار مرستیال شو، په ۱۳۵۶ ل کال عسکري خدمت ته واستول شو او تر یوه کال خدمت وروسته د ۱۳۵۷ کال په تلې میاشت د اطلاعاتو او کولتور وزارت د فوکلور او ادب په امریت کې مسلکي کار من شو، یو کال وروسته د پښتنو فرهنګ عمومي مدیر و ټاکل شو. په ۱۳۵۹ کال د پوهنتون د کانکور په ازموینه کې د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې ته بریالی شو، خو په ١٣۶١ کال يې زده کړې نيمګړې پاتې شوې او پېښور ته راولېږدید.
دلته د افغان ملت جريدې او د معیوبیت مجلی چلوونکی و، چې اوس یې دا دندې پرېښي او ازاد ادبي کارونه کوي. افغانیار صاحب له اووم ټولګي راهېسي شعر لیکي چې لومړنی شعر یې په هلمند ورځپاڼه کې په ۱۳۵۱ کال خپور شوی او تر دې وروسته یې په کابل او ژوندون مجلو او ننګرهار اخبار او مجله کې ګڼ شعرونه او ليکنې خپرې شوې دي. په کابل کې يې (۳۰۰) ټوټې شعرونه تر چاپ لاندې وو، خو د غوايي د کودتا په کېدو له منځه لاړل . "انسان او خپلواکي" د ده بل اثر و، چې هغه هم د انقلاب په راتګ له منځه لاړ، په پېښور کې یې همت له لاسه ورنه کړ او د "کېږدی اوسلګۍ" په نامه يې يوه شعري ټولګه خپره کړه.
په ۲۰۲۴ز کال یې د « په شملو اور پورې شو» په نامه یوه بله شعري ټولګه هم خپره کړې ده.
افغانیار صیب په ۲۰۰۴ز کال کاناډا ته کډوال شو، هلته دوه کاله د لویې پکتیا د افغاني ټولنې مشر و. اوس په خپلو فرهنګي چارو بوخت دی.
د افغانیار صاحب د نظم او نثر بېلګې:
خپل تهذیب
چي سجده درته کوم نو کافر کېږم
چې دې نه منم نو هله مسلمان شم
انسانیت می حیوانیت باندې بدل شي
چی بی عقله په غلطه لار روان شم
بوت پرست چی له بوتانو دوعا غواړي
دغه مړو او ژوندیو ته حیران شم
زر پرست هم زمانې نن ګمراهان کړل
چی ترخوا یې کله کېنمه نادان شم
له عادل سره صحبت کې انسان لوړ وي
له ظالم سره دوستي کې یو شیطان شم
چي د خپل تهذيب په قدر و پوهېږم
افغانیار به هله اوسم چی افغان شم
رواج
زه چې مينه له خوبانو ځنې غواړم
ګویا تخت له امېرانو ځنې غواړم
ښاماران یې له سپين مخ نه راچاپېر دي
ښاپېرۍ هم له دیوانو ځنې غواړم
میکده راځنې ورکه خمار ګرځم
ډک جامونه له شېخانو ځنې غواړم
چې له عقله دي خالي ورته ولاړ يم
شفقت هم له بوتانو ځنې غواړ م
ما چی مینه وه وروړې هسې نه شوه
د پښتو رواج هندکيانو ځنې غواړم
افغانیار نه د خپل یار کلی ورک شوی
اوس یې پته غمازانو ځنې غواړم
د شخصیت معیار
که رانه و پوښتنې چې زر لرې؟
نو زه به چپ پاتې شم
که رانه و پوښتنې ، چې زور لرې؟
بیا به هم چپ پاتې شم
که رانه و پوښتنې چې ډېرې زمکې؟
بیا به وطن رایاد شي!!!
که رانه وپوښتې یوه ښکلې بنګله؟
نو بيا مې خیال ګرځي زړې خېمې کې
که رانه و پوښتنی مقام د بدبه؟
نو به مې د پښو تڼاکې ښې وګورم
که رانه وپوښتې یو ډک له مينې نه زړه؟
نو درته وایم به چې شته دی ، شته دی
که راته ووايې چې عزت او وفا؟
نو درته وایم به، بازار یې سوړ دی
که راته ووایی مقصد دی نېږدې؟
نو درته وایم به روان یم پسې
که وايي دا چې خوشالي پېژنې؟
نو مې د تړمو اوښکو ښه ځواب دی
که رانه وپوښتې طبیب پېژنې؟
وایم په غاړه مې دم شته تارونه
که رانه وپوښتې اختر پېژنې؟
وایم په دې خو بختور پوهيږي
که مې څوک وبولي د عیش محفل ته؟
بیا مې شلېدلی ګرېوان کله پرېږدي
نو ای! غمجنو او درمندو خلکو
داسې دردونه زمانې راګډ کړل
چې نه ضمير نه مو وجدان قبلوي
نن بې ضميره انسان هرڅه کوي
ځان غټوي خو د بل سر غوڅوي
همدا د وینو سیلاب
همدا سورې او چېغې
ستر انقلاب جوړوي
۱۳۷۶/۱۲/۱
پېښور
زما هېواده!
هوكې ! ما يو ځلې بيا د خپل هېواد پر سینه قدم کېښود، زما د هر قدم په کېښودو سره مې په خپل ګرېوان کې خپل سر ښکته کړ او له ځان سره مې وویل: ته خولاړ وې، ته څنګه لاړ وې، او بيا څنګه راغلې؟
زه د دې دريو پوښتنو په ځواب میندلو کې شوم او وپوهېدم چې له ما څخه می هېواد ځواب غواړي، داسې ځواب چې یو مسافر وروسته له سفر څخه خپل کورته څه ډول تحفه او سوغات راوړي.....
خو ای زما ګرانه هېواده! زه خو لاړ وم مګر زماد تګ اراده له ما سره نه وه، داسې لاړو لکه د سیلاب پر سر چې خلي بوټي روان وي او عاقبت يې هم سوځېدل وي.
موږ داسې له دې ځایه لاړو لکه شپږ میاشتنی ماشوم چې د اوښ پر سر ويده تړل شوی وي، خو چې شپږ کلنۍ ته ورسيږي نو بيا د عربانو د اوښ پر سر وتړل شي او د اوښانو د منډو وهلو او د ماشومانو له ژړا او چېغو څخه خوند اخېستل كيري.
ای هېواده!
تاته موږ د سوغاتو پر ځای ډول ډول غمونه او افتونه راوړي دي، څه غواړې؟ ته يې په کې خوښوه. د شهيدانو هدیرې غواړې، که د کونډو او یتیمانو ژړا او فرياد، بې سوادي غواړې او که بې شمېره معیوبين؟ د اور لمبې غواړې او که د وينو فوارې، غلامي غواړې که یو تر بله دښمني، جهالت غواړې که بې ځايه قتلونه....؟
نو ای زما ګرانه هېواده!
نه پوهېږم، چې زموږ پر جفاوو به پر موږ څومره لعنت وايې!!!
(ستوري د ادب په اسمان کې)