
دولت محمد لودین
د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات
ارواښاد دولت محمد لودین د پښتو ژبې نامتو لیکوال او څېړونکی دی، چې د پښتو ژبپوهنې، ګرامر او ادبپوهنې په برخه کې یې ګڼ اثار لیکلي دي. دده اثار په علمي او سېستماتیک ډول اوډل شوي او د ژبپوهنې د معاصرو چوکاټونو وېش یې په زړه پورې دی.
لودین په ژبپوهنه او ادبیاتو کې منظمې زده کړې کړي او په دې برخه کې یې ډاکټري کړې وه. ده د نړۍ والې ژبپوهنې معاصر معیارونه لوستي او زده کړي وو، روسي او انګلیسي ژبې یې زده وې، په دغو ژبو کې یې زده کړې کړې وې، ځکه نو د معاصر ادب په منځنیو کلونو کې دده اثار د پښتو ژبې په بډاینه کې له نوښته ډک کار دی.
اروښاد لودین د نړۍ له مهمو ژبو ادبي اثار هم ژباړلي چې له لیکوالۍ او څېړنې سره دده دا زیار هم خورا ارزښتمن ګڼل کیږي. په تېره د احصاییوي قاموسونو په لیکلو او راټولولو کې دده کار د معاصر پښتو ادب مهمه برخه ده. ده کلونه کلونه په پښتو ټولنه کې په دغو اثارو کار کړی او شپې یې ورته رڼې کړي دي.
لودین صیب د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې یو څه وخت استادي هم کړې چې شاګردان یې هم روزلي دي. دده اثار د پښتو ژبپوهنې، ګرامر، ادبپوهنې او څېړنې په برخه کې اوس هم د مطالعې او ګټه اخیستنې وړ دي.
لیکوال او څېړونکي ډاکټر محمد داود عربزي دده ژوندلیک په تفصیل لیکلی او دده اثار یې هم معرفي کړي، دلته یې دده له قلمه پېژنو:
د۱۳۱۰ل= ۱۹۳۱م کال په شپو ورځو کې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د کندو په انګورو بانډه کې د عزیزخان د زوی زرین خان په کاله کې یو ماشوم وزیږېد چې نوم یې پرې دولت محمد کېښود.
تر اووه کلنۍ وروسته یې پلار له خپل کلي وړاندې د اخوند کلي په لومړني ښونځي کې شامل کړ، ديني مروج علوم يې هم د خپلې سيمې په جومات کې وويل.
له شپږم ټولګي تر فراغت وروسته څه موده په خپل کور کې پاتې شو او له پلار سره به یې د بزګرۍ په چارو کې مرسته کوله. څو کاله پس د نورو زده کړو لپاره کابل ته لاړ او هلته یې په عالي دارالمعلمین کې زده کړې پیل کړې. دا مهال یې له مطالعې او لیکوالۍ سره مینه را وټوکېده او د یو لړ ټولنیزو ناخوالو په اړه يې د نقاد په توګه لیکنې پیل کړې. دا چې په خټه لودین و، نو پرځان یې د (لودین) تخلص کېښود.
تر بکلوریا اخستلو وروسته یې د هېواد په بېلابېلو ښوونځیو کې شپږکاله د ښوونکي سپېڅلې دنده ترسره کړه، په ۱۳۳۷ل کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته بریالی شو او په ۱۳۴۰ ل کال یې دلسانس په کچه زده کړې په بریالیتوب بشپړې کړې.
دا مهال یې د مشهور انګليسي ليکوال مارک ټواين د ټام سایر نومې شهکار ناول هم پښتو ته را وژباړه. وروسته په پښتو ټولنه کې د علمي غړي په توګه مقرر شو، ترڅنګ یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې د ادبي فنونو د استادۍ ویاړ هم لاره، خو دوه دندې ترسره کول ورته ستونزمن شول نو یې د کابل پوهنتون سره مخه ښه وکړه او په پښتو ټولنه کې د علمي غړي په توګه پاتې شو.
په۱۳۴۴ل کال کې د پښتو ټولنې د تدریساتو دلوی مدیریت د مشرۍ ترڅنګ یې د همدې مرکز د زیري جریدې مدیریت هم پرغاړه و، چې دواړه دندې يې په خورا بریالیتوب سرته رسولې. نوموړي د خپل ادبي ژوند پرمهال د دولت محمد، دولت محمد سپرکښ، سپرکښ او ډاکټر دولت محمد لودین په نومونو لیکنې کړي دي.
دا مهال د پوهنې وزارت له خوا په ازموینه کې ماسټرۍ او دوکتورا ته بریالی شو، روسیې ته ولاړ او هلته یې د لننګراد په پوهنتون کې پوره شپږ کاله د عمومي ژبپوهنې او احصایوي میتود د تطبیق په برخه کې ماسټري او دوکتورا بشپړه کړه.
لودین په روسیه کې هم خپلو ادبي فعالیتونو ته دوام ورکړ او د یو شمېر اثارو لیکلو ترڅنګ يې په بېلابېلو علمي سیمينارونو کې ګډون وکړ، په ۱۳۵۰ ل کال کې بېرته خپل هېواد ته راستون شو او په پښتو ټولنه کې یې د پخوا په څېر په کار پیل وکړ.
د ۱۳۵۲ل کال په لیندۍ میاشت کې د صدارت عظمی د ۱۴۹۹ګڼه فرمان له مخې او د پوهنې وزارت په وړاندیز د پښتو ټولنې د تالیف او ترجمې د لوی مدیر په دنده وګمارل شو. په ۱۳۵۴ل کال کې د پښتو ټولنې په وړاندیز او د پوهنې د وزیر په لاسلیک د ښه او کارنده لیکوال په مننلیک ونازول شو.
دتالیف او ترجمې په ریاست کې یې غوره خدمتونه وکړل، نو په همدې بنسټ د همدې ټولنې داجتماعي علومو د برخې لوی مدیر وټاکل شو. څه موده هملته و، خو کله چې پښتو ټولنه د افغانستان د علومواکاډمۍ په رامنځته کېدو سره د اکاډمۍ د یوه ریاست په توګه یوځای شوه، نو ښاغلی لودین د پښتو ټولنې د ریاست په چوکاټ کې د ژبپوهنې د څانګې مدیرشو.
په ۱۳۵۷ل کال د عظمی صدارت د۱۹۰۱ ګڼه فرمان له مخې د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز ریس وټاکل شو، چې تر ۱۳۶۱ ل کال پورې یې دا دنده په بري سره پای ته ورسوله، په ۱۳۶۸ل کال کې د افغانستان د خپلواکۍ د اویایمې کلیزې په مډال ونازول شو. د ۱۳۶۹ ل کال په لیندۍ میاشت کې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د ریاست مرستیال او د دې ترڅنګ څو کاله د اکاډمۍ سرپرست ریس وټاکل شو.
په ۱۳۷۴ل کال کې تقاعد ته سوق شو، خو دا چې دوکتور لودین د ځانګړې مسلکي پوهې خاوند و، نو د اړتیا له مخې یې تقاعد رد او بېرته د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د ادبیاتو او متنپوهنې څانګې مشر شو، څه موده وروسته د همدې مرکز د ژبپوهنې څانګې مشر وټاکل شو.
په ۱۳۷۵ل کال کې د علومو اکاډمۍ له خوا په درېیمه درجه ستاینلیک ونازول شو او هم په ۱۳۷۶لمریز کال یې د ۲۳۱۹ ګڼه حکم پر بنسټ له فوق دولتي رتبې څخه مافوق ته لوړه (ارتقا) وکړه.
لودین د وطن پالنې یو ځانګړی فکر لاره، تل یې نورو ته د خپلې خاورې سره د مینې درس ورکاوه ، ډېر ځله د خپل سرو وسلوالو له خوا په مرګ ګواښل شوی، خو د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په ډېرو سختو حالاتو کې هم د خپل هېواده ونه ووت او دا ورته د خپلې خاورې او خلکو سره جفا ښکارېده، ټول پېښ ناورینونه یې همدلته تېر کړي او د دې هېواد پر وجود هره نادوده یې په خپلو سترګو ليدلې ده. په وروستیو کې د خپل ټاټوبي د بدو حالاتو د نه زغم له امله ورته د خفګان لاعلاجه ناروغي پېښه شوه، چې تر څه مودې رنځ وروسته په ۱۳۷۸ل کال د لیندۍ میاشتې په د یارلسمه نېټه د ۶۸ کلونو په عمر، د کابل په درېيم مکروریانو سیمه کې د حق داعې ته هرکلی ووايه او جنازه يې په خپله پلرنۍ سيمه د کامې کندو په لويه هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
ارواښاد لودین د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ په دري، انګلیسي او روسي ژبو ښه پوهېده، له همدغو ژبو يې خپلې ژبې ته ډېری اثار را وژباړل او يو شمېر يې روسي ته هم وژباړل.
ارواښاد د ژوند تر وروستۍ ګړۍ پورې قلم له لاسه ونه غورځوه، په نهره ګېډه يې د خپلې سپېڅلې ژبې د بډاینې لپاره زیار او کار وکړ. همدا زحمتونه یې د دې لامل شول چې تر اوسه د پښتو ادب په تاريخ کې ځلاند دی.
د لودین صیب یو شمېر اثار د کورنیو جنګونو پرمهال نادرکه شوي دي چې په دې برخه کې له ډېرو هلوځلو وروسته وتوانېدم چې څه یې پيدا کړم. ځینې یې چې د علومو اکاډمۍ په ارشیف او کتابتون کې نه شته، له نېکه مرغه له کورنۍ سره یې خوندي و او يو شمېر يې لا اوس هم ورک دي.
اثار
۱- د نننۍ پښتو ژبې احصائیوي قاموس: ۱۳۵۳ل کال، د پښتو ټولنې چاپ، ۲۱۷مخونه لري، په دې اثر کې ۳۱۵۱ هغه لغات چې په پښتو متنونو کې ډېر استعمالېږي، راوړل شوي دي.
۲- لغت پوهنه: په ۱۳۵۵لمریز کال کې د پښتو ټولنې چاپ، ۲۵۳ مخونه لري، دا اثر په ننګرهار کې د ختيځ خپرندويه ټولنې له خوا زما په سريزه، سمون او زيار بيا ځلي خپور کړی دی.
۳- د اوسنۍ پښتو ژبې احصائیوي قاموس: په ۱۹۶۹ م – ۱۳۴۸ل کال په لیننګراد کې کمپوز شوی او د هغه پوهنتون په کتابتون کې خوندي دی، په دې اثر کې ټول ۲۱۲۶۸لغات راوړل شوي دي.(ناچاپ)
۴- د پښتو ژبې د هنري نثر احصائیوي قاموس: په لویه کچه کاغذ په ۱۴۰ مخونوکې ۱۹۶۹م کال په لیننګراد کې کمپوز شوی، ۷۰۰۰ مختلف لغات په کې ځای شوي، د دې اثر یوه کاپي د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې شته.(ناچاپ)
۵- د پښتو ژبې د علمي خپرونو احصائیوي قاموس: په ۱۹۶۹م کال په لیننګراد کې کمپوز شوی ۱۳۱مخونه لري،۶۵۳۶ لغات په کې راوړل شوي دي.(ناچاپ)
۶- د پښتو ژبې عمومي الفبايي احصایوي قاموس: دا اثر په کال ۱۹۶۹ کې پښتو په لاتیني تورو د الفبا په ترتیب لیکل شوی او په شوروي کې کمپوز شوی ۲۱۲۰۰ لغات په کې څېړل شوي، د مخونو شمېر یې ۴۶۲ دی.(ناچاپ)
۷- د پښتو ژبې عمومي احصایوي قاموس: دا اثر چې ټول ۴۲۶مخونه لري په کال ۱۹۶۹م کې په روسیه کې کمپوز شوی، ټول په کې یوويشت زره لغات څېړل شوي.(ناچاپ)
۸- د پښتو ژبې د اخباري خپرونو احصایوي قاموس: د مخونو شمېر یې ۱۲۶ او په ۱۹۶۹م کال په روسیه کې کمپوز شوی، ټول ۶۷۵۵ لغات لري.(ناچاپ)
۹- د پښتو ژبې د اشعارو احصایوي قاموس، دا اثر ټول ۱۴۶مخونه لري او په ۱۹۶۹ م کال په لیننګراد کې کمپیوټر شوی،۷۲۸۰ مختلف لغات په کې راوړل شوي دي.(ناچاپ)
۱۰- د پښتو ژبې د محاورې (وینا) احصایوي قاموس: ټول ۱۲۹مخونه لري، ۷۲۸۰ لغات په کې راوړل شوي او په ۱۹۶۹ م کال په لیننګراد کې کمپوز شوی دی. (ناچاپ)
۱۱- د پټې خزانې د اشعارو احصایوي قاموس: ټول ۲۶مخونه لري دا قاموس په ۱۳۶۲ل کال د زیري جریدې په ګڼو کې (د پټې خزانې د اشعارو لغوي پانګه) تر سرلیک لاندې په سلسله وار ډول خپور شوی، ماسره یې یوه کاپي موجوده ده.
۱۲- د پټې خزانې د اتو شاعرانو د شعرونو احصایوي قاموس: دا قاموس هم په ۱۳۵۹ل کال د کابل مجلې په ګڼو کې خپور شوی او ما له یادې مجلې راټول کړی، د موضوع په تړاو ځینې نورې مقالې ورسره د ضمیمې په ډول یوځای شوي او په ۱۳۹۵ل کال د ختيځ ادبي بهير له خوا د لودین د سیمينار په ویاړ چاپ شوی دی.
۱۳- د ښکارندوی د قصیدې احصایوي قاموس: دا یوه وړه رساله ده چې په ۱۹۸۱م – ۱۳۶۰ل کال کې د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو مرکز د پښتو مجلې لومړۍ ګڼه کې په روسي ژبه خپره شوې ، په دې قاموس کې لومړی د ښکارندوی پېژندنه، ورپسې د هغه د قصیدې احصایوي قاموس او هم د راغلو لغتونو معناوې راوړل شوي، په دې کې ټول ۳۳۴لغتونه راغلي او۲۶ مخونه لري، چې یوه کاپي یې ماسره شته.
۱۴- د شیخ اسعد سوري احصایوي قاموس: په روسي ژبه یوه وړه رساله ده چې ټول ۴۰ مخونه لري او په کال ۱۹۸۱م – ۱۳۶۰ل کې د علومو اکاډمۍ په (پښتو مجلې څلورمه ګڼه) کې خپره شوې، په دې کې د اسعد سوري د قصیدې ۳۰۸ لغات چې ځینې یې تکراري هم دي، په روسي معنا شوي دي.
۱۵- په احصایوي میتود، د اوسنۍ پښتو ژبې د څېړنې لارې چارې: په ۱۹۸۱م کال کې په روسي ژبه د پښتو ژبې د څېړنو پر لارو چارو لیکل شوی دا اثر،چې له لړلیک پرته ۱۸۴مخونه لري او د علومو اکاډمۍ د نړیوالو ژبو د خپرنیزې مجلې (پښتو) په ۸۰- ۱۹۸۱م کلونو ګڼو کې خپورشوی، یوه کاپي یې ما سره شته.
۱۶- پښتو پښتو تشریحي قاموس: په څلورو ټوکونو کې د ګڼو لیکوالو ګډ اثر دی چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا یې له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۵ کلونو پورې ټول ټوکونه چاپ شوي، په دې اثر کې د لودین ونډه (له ب تر ح او له ګ، تر، ی تورو) پورې ده.
۱۷- د احصایوي میتود له مخې د نننۍ پښتو ژبې د څېړلو ازماېښتونه: (په روسي ژبه) ۱۹۷۰م کال څېړنپوه لودین د دوکتورا تېزسس یا ډېزرټېشن، چې تر دې دمه ناچاپ دی، خو لنډیز يې په پورته نوم په ۱۹۷۱م کال ليننګراد کې خپور شوی دی.
۱۸- قاموس پوهنه: دا اثرهم په ۱۳۶۷ل کال د (پښتو څېړنې دوهم ټوک) په نوم د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز د لسمې کلیزې د سیمينار په مناسبت د مقالو په ټولګه کې له ۴۶- ۵۴۰ مخونو پورې خپور شوی و، خو اوس ۱۳۹۵ل کال کې دلودین صیب د سیمينار په ویاړ ما له یادې ټولګې استخراج او د موضوع په تړاو مې د څو مقالو په ضميمې سره چاپ کړو.
۱۹- د مؤمن خان او شېرينو کيسه: دا د مومن خان او شېرینۍ د مینې د داستان نثري بڼه ده، چې د سنګر جمال د منظوم اثر له مخې لیکل شوې او ما سره یې قلمي نسخه خوندي ده، چې په نږدې وخت کې به چاپ شي.
۲۰- د عمومي ژبپوهنې مسایل: په ۱۳۶۴ل کال کې د کابل مجلې په ګڼو کې څو برخې خپرې شوې وې او پاتې یې په قلمي بڼه موجودې وې، له یو شمېر نورو مقالو سره یو ځای په ۱۳۹۵ل کال کې د څېړنوال رفیع الله نیازي په سریزه، تدوین، سمون او اهتمام د ډاکټر لودين د سيمينار په مناسبت چاپ شوی دی.
۲۱- ژبه او ټولنه: د دې اثر یوه نسخه په ۱۱۳مخونو کې د ګستسنر په ډول موجوده وه، په ۱۳۶۲ ل کال لیکل شوی چې د کابل مجلې او زېري جرېدې په ګڼو کې خپور شوی هم دی په ۱۳۹۵ل کال کې د څېړنوال رفیع الله نیازي په سمون او زيار د لودين د سيمينار په وياړ چاپ شوی دی، په دې اثر کې د ژبې حقیقت، د ژبې د پیداکېدو سرچینه، ژبه او وینا، ژبه او تفکر، د ژبې ـ شعور او ټولنې ګډې اغېزې، ژبه او کولتور، په ژبه کې د لغاتو نوي کېدل او زړښت او نور راغلي دي.
۲۲- ژبپوهنه: دا اثر یې د ۱۳۷۵ل کال په جوزا کې بشپړ کړی، یو نقل یې د علومو اکاډمۍ ارشيف ته ورکړل شوی و، چې اوس ورک دی او يو څه برخه يې د لودين په يادښتونو کې شته، چې د چاپ وړ نه دی.
۲۳- لغوي څېړنې: دا اثر چې ما مخکې د لودين د اثارو په لړ کې د زړو لغاتو په نوم پېژندلی و، د زیري جریدې د ۱۳۶۳ل کال په ګڼو کې په بېلابېلو عنوانونو خپور شوی، ما د لغوي څېړنې په نوم په یوه ټوک کې راټول او د لمنليکونو سره به په نږدې وخت کې چاپ شي، په دې اثر کې د پټې خزانې د لغاتو شننه او څېړنه شوې ده.
۲۴- د ډاکټر دولت محمد لودین خورې ورې مقالې: دا هم د مرحوم لودين مقالې دي چې د يو اثر په بڼه ما ترتيب کړي او د چاپ لار څاري.
۲۵– څنګه یې ولیکو: دا هم د ارواښاد لودین مقالې دي، چې ما(عربزي) راټولې کړي او د یو کتاب په بڼه مې ترتیب کړي. د دې مقالو ډېره برخه په زیري جریده او کم شمېر یې په نورو خپرونو کې خپرې شوي، تر اوسه ناچاپ دی.
۲۶- ژبنیزې مقالې: دا هم د دوکتور لودین د ژبپونیزو مقالو ټولګه ده، چې خورې ورې خپرې شوي او ما(عربزي) د موضوع په تړاو راټولې کړي، لا تر اوسه ناچاپ دي.
۲۷- د ډاکټر لودین څو مقالې: د لودین مقالې دي، چې په بېلابېلو موضوعاتو یې لیکلي او ما(عربزي) د مختلفو خپرونو نه د یوې ټولګې په ډول ترتیب کړي، چې په نږدې وخت کې به چاپ شي.
ژباړلي اثار
۲۸- ټام سایر: د مارک ټواين انګلیسي ناول دی، چې ارواښاد لودین په ۱۳۴۰ل کال پښتو ته ژباړلی او په ۱۳۴۲ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی، دا ناول په دويم ځل هم په پېښور کې خپور شوی دی.
۲۹- شېرشاهي تاریخ : دا یو تاریخي اثر دی چې ډاکټر لودین پر ۱۳۵۴ل کال له پاړسي ژبې را ژباړلی او په همدې کال د پښتو ټولنې له خوا خپور شوی دی: دا مهم اثر په دويم ځل دانش خپرندويه ټولنې زما په سريزه او زيار خپور کړی دی.
۳۰- په کلتوري انقلاب کې د عام او خاص خصوصیتونه: دا اثر له روسي ژبې ژباړل شوی، لیکوال یې (س، ل، پخوپول) دی او په ۱۳۶۷ل کال د افغانستان داطلاعاتو او کولتور وزارت له خوا خپور شوی.
۳۱- غوره نثرونه: د استاد ګل پاچا الفت د نثرونو ټولګه ده چې ارواښاد لودين په ۱۹۸۷م کال کې روسي ژبې ته ژباړلې، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د پښتو څېړنو مرکز له خوا د دوه زره ټوکو په شمېر په ۱۵۱مخونو کې خپره شوې ده.
۳۲- پټه خزانه: په ۱۱۴۱-۱۱۴۲ هـ کال د محمد بن داود هوتک دا معتبره وثيقه، ارواښاد لودین روسي ژبې ته ژباړلې او دافغانستان علومو اکاډمۍ خپره کړې.
۳۳- د پښتو ژبې لنډ ګرامر: د روسي ژبپوه ډاکټر شیافییف اثر دی او ډاکټر لودین په ډېرې ساده پښتو ژباړلی، په ۱۳۵۲ ل کال په عرفان مجله کې سلسله وار خپور شوی او ما عربزي راتول کړی، چې په ۱۳۹۵ل کال د لودين دسیمينار په ویاړ چاپ شوی دی.
۳۴- ادبي ژبې او ژبنیز سبکونه: دا اثر له روسي ژباړه ده، لیکوال یې (ر. ا. بو دا ګوف) دی، په ۱۳۹۵ل کال د لودين د سيمينار په وياړ د څېړنوال رفيع الله نيازي په سريزه،سمون او زيار په ننګرهار کې ختيځ ادبي بهير خپور کړی دی.
۳۵- د ادبي تیورۍ بنسټونه لومړی ټوک: له روسي ژبې راژباړل شوی اثر دی، په دې ټوک کې یې په عمومي ډول دادب تیورۍ په اړه د پوهانو نظریات او هم د ادب تیورۍ په اړه هغه بحثونه موجود دي چې تر اوسه ناویلي او ناڅرګند و.
۳۶- د ادبي تیورۍ بنسټونه دویم ټوک: د اټوک هم د پورته لومړي ټوک دویمه برخه ده چې په کې د ادبي تیوري بنسټونه په تشریحي بڼه څېړل شوي.
۳۷- د اد بي تیورۍ بنسټونه درېیم ټوک: دا ټوک هم د پورته دوه ټوکونو وروستۍ برخه ده، چې د یاد اثر ټولې برخې او بحثونه پرې بشپړېږي، د دې شهکار روسي اثر درېواړه ټوکونه د تېرو جنګونو او ګډوډيو له امله ورک شوی و او اوس په بشپړ ډول زما لاس ته راغلي او په نږدې وخت کې به چاپ شي.
۳۸- د پښتو ژبې مورفولوژي: دا د لودین صيب یو ناچاپ له روسي ژبې ژباړلی اثر دی، چې تر اوسه زما په لاس نه دی راغلی او په اړه یې ډېر معلومات هم نه لرم ، ورک شوی یې ځکه بولم، چې د ده په ناچاپو اثارو کې نه شته، خو د ده په یادښتونو کې یې ځینې برخې شته.
۳۹- د سلیمان ماکو تذکرة الاولیا: په روسي ژبه د تذکرة الاولیا ژباړه ده، چې په ۱۹۸۵م کال کې بشپړه شوې او د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو مرکز (پښتو) مجله کې په شلو مخونو کې خپره شوې، یو نقل یې زما په کتابتون کې شته.
۴۰- نړۍ او ژوند: دا اثر په روسیه کې د یو ډله لیکوالو له خوا لیکل شوی او په ۱۳۶۷ ل کال کې پښتو ژبې ته په لنډیز سره را ژباړل شوی، ۲۳۹مخونه لري، موضوع یې په لویه کې د چاپېریال، نړۍ او واقعیت باندې د پوهېدو او هم د انسان د شخصي ژوند په لوړو ژورو، پر هغې قضاوت د سمو پایلو او ذهني تسکین ترلاسه کولو په اړه معلومات وړاندې کوي، تر اوسه ناچاپ دی، زما په سريزه، سمون او زيار به چاپ شي.
۴۱- د ډاکټر لودین ژباړې، دا هم د ډاکټر لودین په قلم ژباړل شوې مقالې دي، چې د وخت په جرایدو او مجلو کې خپرې شوي، ما(عربزي) د یوې ټولګې په ډول لېسټ کړي او د چاپ په اړه به یې هڅه وکړم.
له پورته یادوشو اثارو پرته ارواښاد لودین ډېرې نورې مقالې هم لري، چې د هېواد په بېلابېلو ورځپاڼو او جرایدو کې خپرې شوي، لا مې راټولې کړي نه دي او په اړه به يې کوښښ وکړم.
ماخذونه
۱- کابل مجله، د څېړنپوه نصرالله ناصر په قلم (د ډاکټر دولت محمد لودین ژوند او اثار) د افغانستان علومو اکاډمي، د ۱۳۸۱ لمریز کال د حمل او ثور میاشتو ګڼه.
۲- لغت پوهنه، د ډاکټر دولت محمد لودین تالیف، د څېړندوی محمد اکبر معتمد په قلم (د مولف لنډه پېژندنه)، پښتو ټولنه، ۱۳۵۵ ل کال.
۳- د زېري جریده، پرله پسې ګڼه ۱۱۶۳ (د زیري مصاحبه د یو پخواني مدیر دوکتور لودین سره) د۱۳۵۰لمریز کال د تلې اوومه نېټه. د ۱۹۷۱م کال د دسمبر ۲۹ ګڼه.
۴- پښتو څېړنې، دویم ټوک، د پښتو څېړنو د نړۍ وال سیمينار د مقالو ټولګه، د محقق شهزاده زیارن په اهتمام، د افغانستان علومو اکاډمي، ۱۳۶۷ل کال.
۵- د نننۍ پښتو ژبې احصائیوي قاموس، د دوکتور دولت محمد لودین تالیف، پښتو ټولنه: کابل، ۱۳۵۳ل کال.
۶- اریانا دایرة المعارف، درېیم ټوک، ۷۳۶مخ (۱۳۸۹هـ ش – ۲۰۱۰م) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ چاپ.
۷- د څېړنپوه دوکتور دولت محمد لودین د دولتي دندو رسمي (کارټوتیک) کارت سوانح.
۸- د ارواښاد دوکتور لودین، په خپل قلم، شخصي لیکل شوي یادښتونه.
(ستوري د ادب په اسمان کې)