محب الله زغم
د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات
ډاکټر محب الله زغم د طب ډاکټر دی، خو دی له طب سره ادبیات هم پالي. ده ګڼې لنډې کیسې لیکلي، ناولونه یې لیکلي، ادبي ژباړې یې کړي او د ماشومانو ادبیاتو ته یې کار کړی دی. ده په تعلیمي نصاب کې هم کار کړی او د څو لومړنیو ټولګیو پښتو کتابونه یې لیکلي دي. له دې سره یې طبي کتابونه او ژباړې هم خپرې کړې دي.
دده لنډې کیسې او ناولونه د اوسنۍ افغاني ټولنې د فرهنګ بېلابېلې برخې راچاپېروي او تشریح کوي. په تېره په اوسني وخت له جګړو او ترهګرۍ سره مخ پښتني ټولنه او سمون یې دده د اثارو د موضوعاتو په سر کې راځي. دده کیسې او ناولونه په تازه موضوعاتو سربېره، د اوسنۍ لنډې کیسې او ناول لیکنې له تعریفونو او ذوقونو سره هم برابر دي. تلوسه، د کیسو منځ و پای او کرکټرونه دا ټول اړخونه په کې له هیلو سره سم لوستونکی کتلی شي.
که څه هم دده د وینا له مخې په ماشومتوب او تانده ځوانۍ کې شوخ و، خو ډاکټر زغم په کار کې متین او په خوی سنګین شخصیت دی. دی چې یوه موضوع کره کړي، بیا یې مخامخا پای ته رسوي او چې تصمیم یې پوخ شي، بیا نه راګرځي. په ناسته ولاړه او له ادبي یارانو سره په مجلس کې د درانه او متفکر خوی خاوند دی. په ملګرتیا کې ټينګ او مزی دی. د خپل نامه له مانا سره سم هم محب دی او هم زغم دی. د ادبي دوستانو مشوق دی، ادبي دوستانو ته همېشه داسې مشورې ورکوي، چې د هغوی ورته پام نه وي. د علومو په وېشنه او پراختیا کې یې سخاوت له ورایه څرګندیږي او لورونه یې ډېره ده.
ډاکټر زغم په لیکوالۍ او شخصیتي لحاظ ګڼ مثبت اړخونه لري، چې په هرڅومره اوږدو بحثونو ارزي، خو زموږ ځولۍ تنګه ده، ده ماته خپل ژوند لیک په ډېره ښه ژبه لیکلی، دلته یې کټ مټ وړاندې کوو:
« د ۱۳۵۱ د سلواغې په ۱۴ مه چې په کابل کې درنه واوره ورېدلې وه، په ملالۍ زېږنتون کې یو ماشوم وزېږېد. دی د میر صاحب خېل او بي بي صالحې درېیم زوی و چې نوم یې محب الله شو. پلار یې د خوست د دره ګي ولسوالۍ تڼی او مور یې د کابل د چهلستون وه. دی په دري ژبي محیط کې رالوی شو ځکه چې د پلار ټول خپل خپلوان یې په خوست کې اوسېدل او دوی په کابل کې د ماما خېلو تر څنګ.
د ۱۳۵۷ د کودتا په ورځ شپږ کلن محب الله له ماما سره بام ته ختلی و او د جټ الوتکو ننداره یې کوله چې لکه شاهین به د اسمان له لوړو راکښته شول او پر ارګ به یې بمونه وغورځول. تر کودتا څو ورځې وروسته یې پلار کډه بار کړه او د بګرام د هوايي ډګر بلاکونو ته لاړل. پلار یې د جټ میخانیک و. نور نو هره ورځ به یې د جټ ګڼې الوتنې لیدلې او د پیلوټانو له زامنو سره یې ملګرتیا شوه. ده ته هم د پیلوټۍ شوق پیدا شو. ان تر دې چې کله به د دوی د لېسې (د بګرام هوايي ډګر لېسه) او د پیلوټانو تر منځ د والیبال سیالۍ وې، ده به د پیلوټانو شوټونو ته چکچکې کولې. تر پنځم ټولګي پورې یې په دې لېسه کې زده کړې وکړې، بیا یې د پلار وظیفه د کابل هوايي ډګر ته بدله شوه او د هوايي ځواک بلاکونو ته راکډه شول.
له شپږم تر اتم ټولګي پورې یې د عزیز افغان په منځني ښوونځي کې ولوستل. په ۱۳۶۵ کې یې څو ملګرو حربي ښوونځي ته د شاملېدو فورمې واخیستې. دی هم له کوره پټ لاړ او فورمه یې واخیسته. په دې کال کې یې مشر ورور له حربي ښوونځي فارغ شوی او دویم ورور یې د حربي ښوونځي په دوولسم ټولګي کې و. هغوی ورته ډېر وویل چې هلکه له دې شوقه دې تېر شه، خو ده غوښتل له کوره وتښتي. دی ډېر شوخ، ضدي او جنګیالی و. په بګرام کې خو همزولو ورنه ښه ورځ نه درلوده. کله په توپ ډنډه کې، کله به چې په منډو، په خوسي، په مردکیو، په والیبال ... کې له هلکانو سره بد شو، خوارکیان به یې وهل. له یوې خوا د ده شوخۍ له بلې خوا یې د مور بې حوصله ګۍ د دې سبب کېدې چې هر وخت د مور له لاسه رنګارنګ وهل وخوري: په رېبز، په مچوژوني، په لښتې، په سوټي ... مور به یې ګرمه په دې نه وه چې اولادونه یې اته وو او د کور کارونه ډېر، نو چې زامن هم شوخ او جنګیالي وي، مجبوره وي چې په وهلو یې کرار کړي.
محب الله فکر کاوه چې پر مور هېڅ ګران نه دی. ان کله کله به یې په زړه کې ګرځېدل چې دی به د دوی اولاد نه وي. په همدې خاطر یې غوښتل حربي ښوونځي ته لاړ شي چې له کوره د لرې والي په وجه یې ګرانښت زیات شي، ځکه چې د حربي ښوونځي شاګردان به یوازې د جمعې شپه او د جمعې ورځ په کور کې تېروله نور نو شپه او ورځ به په مکتب کې پاتې کېدل. یو بل شی هم و چې دی یې حربي ښوونځي ته لېوال کړی و. ددې مکتب د شاګردانو کیسې یې اورېدلې وې چې څنګه په جنګونو کې سره یو لاس دي او لکه مېږي پر دښمن راټولېږي. دی د جنګونو شوقي و. یوه ورځ له څو نورو ملګرو سره د هوايي بلاکونو په منځ کې روان و چې پر سړک دوه غټ غټ هلکان تېرېدل. یو یې له رنګه تور و او بل یې سور مخی له اوږدې نرۍ زنې سره. دوی وار له واره پر یوه د افریقايي، پر بل د ګېدړ نوم کېښود او په لوړ غږ یې په هغوی پیسې نارې کولې: افریقايييييييييي! روبااااااااه!
دا هلکان د انصاري لیسې په دوولسم ټولګي کې وو. دوی ځانونه نه پوهول خو د محب ډله ورپسې وه او درګرده یې ورباندې غږونه کول. اخر دواړه ودرېدل، د دوی خوا ته راغلل. د محب ملګري وتښتېدل خو ده ته تېښته بې غیرتي ښکارېدله. تور هلک راغی او یوه کلکه څپېړه یې ورکړه. د محب زور پرې نه رسېده. نو حربي ښوونځي ته په دې خاطر هم خوشحاله و چې له دې افریقايي څخه غچ واخلي خو حربي ښوونځي داسې مات کړ چې نور یې له جنګه زړه تور شو.
په اوله اوونۍ کې سخته تبه ورباندې راغله، ستونی یې خوږېده. لا یې درسونه نه وو پیل شوي. نیمه ورځ به یې په تعلیم میدان کې د عسکري جمع نظام تمرینونه کول او نیمه ورځ به په ټولګیو کې وزګار ناست وو. یوه ورځ یې د تبې په وجه سر پر مېز ایښی و او سترګې یې پټې شوې وې چې یوې درنې څپېړې راویښ کړ. له پاسه څپېړه، لاندې مېز، تر منځ یې د څوارلس کلن هلک مخ. چې سر یې راپورته کړ، ټولی مشر محمد خان یې ولید. هغه په لوړ غږ ورباندې چیغه کړه: «اینجه خانه ننه ایت اس که خو میکني؟ بر درس خاندن آمدي یا به خو کدن؟» خو په بله اوونۍ کې د محمد خان په سترګو کې پښېماني ښکارېده ځکه چې له ټولو نویو شامل شویو شاګردانو چې څه باندې دوولس سوه تنه وو، یو کانکور امتحان واخیستل شو. په امتحان کې دوو کسانو پوره نمرې اخیستې وې، یو یې همدا محب و او بل یې فرید چې دواړه د محمدخان په ټولي کې وو.
دې وخت کې محب د ښوونځي د درسونو تر څنګ د ادبیاتو مطالعه هم پیل کړه. د ویکتور هوګو، ماکسیم ګورکي، انتوان چخوف، بالزاک، هوارډ فاسټ، پرویز قاضي سعید او ځینو نورو هغه لنډې کیسې او ناولونه یې ولوستل چې فارسي ته ژباړل شوي وو. د اکرم عثمان، رهنورد زریاب، سپوږمۍ زریاب او نورو افغان لیکوالو کتابونه یې ولوستل.
ادبیات یې دویم شوق شو. پیلوټي یې لا لومړی شوق و خو په ۱۳۶۸ کې چې له مکتبه فارغېده، ورور یې د هلیکوپټرو پیلوټ و. مور او نورو دوستانو ورته وویل چې یو پیلوټ مو بس دی، ته باید ډاکتر شې. د حربي ښوونځي د فارغانو کانکور داسې نه و چې سړی دې پخپله په کې خپل مسلک انتخاب کړي. د هر چا نمره به چې له هر مسلک سره برابره وه، مجبور به و چې هماغه مسلک کې تحصیل وکړي. د سر شل کسان طب ته، ورپسې لس پنځلس انجینیرۍ ته، څو تنه فارمسۍ ته، ادبیاتو، ساینس او همداسې نورو پوهنځیو ته لاړل. دی هم طب ته کامیاب و خو د خوښې مسلک یې ادبیات و.
په ښوونځي کې د ویکتور هوګو «بې وزلان» ژړولی و او په پوهنتون کې د اتل لیلیان وینیچ «غوباړی (خرمګس)» ډېر وژړاوه. د فروید او ادلر ځینې کتابونه یې ولوستل او له ارواپوهنې سره یې مینه پیدا شوه. د ډیل کارنګي «د ژوند لاره» ورسره مرسته وکړه چې د زلمیتوب بحران وزغمي.
په ۱۳۷۱ کې چې کابل د تنظیمونو لاس ته ورغی، پوهنتون د جنګ ډګر شو. پلار یې چې دا مهال د هوايي ځواکونو د تشکیلاتو مدیر و، تقاعد واخیست. نیستي راغله. د کابل تقریباً ټول اوسېدونکي له بې ساري فقر سره مخ شول. هغوی چې د وتلو وس یې درلود، ووتل خو دوی پاتې شول. محب له یوه ملګري سره خښتې واچولې خو چا نه اخیستلې. په مزدورۍ پسې مزار شریف ته لاړ. هلته امنیت ښه و او کارونه پیدا کېدل. څو میاشتې یې د لاس مزدورۍ وکړې. بېرته کابل ته راغی. بل ملګری یې پاکستان ته روان و، دی هم ورسره ملګری شو. کراچۍ ته ولاړل. د ټایلونو (موزایکو) په فابریکه کې یې کار وکړ خو ټیکه دار وتښتېد او د ده پیسې یې یوړې. لاسي ګاډی یې واخیست، ممپلي یې ورباندې خرڅوله، خو ژمی تېر شو او د ممپلیو بازار سوړ. بیا یې په کراچۍ باندې پلاستیکي لوښي واچول او کوڅه په کوڅه به یې ګرځول. خو د دې کار خوند هم نه و. د نساجیو یوې فابریکې ته لاړ او تر راتګه پورې یې هلته کار وکړ.
په ۱۳۷۴ کې یې پیلوټ ورور خط ورولېږه چې راشه پوهنتون شروع شوی دی. محب الله کابل ته لاړ خو پوهنتون هاغه نه و چې ده دوه لومړني صنفونه په کې لوستي وو. یوه ښیښه هم روغه نه وه پاتې، د کړکیو چوکاټونه غلا شوي وو. دېوالونه او چتونه سوري سوري، د برېښنا مزي د پلستر له لاندې ایستل شوي او کباړ شوي وو. کتابتون کې په نوم کتاب نه و پاتې. لابراتوارونه لوټ شوي او اکثره پخواني استادان تښتېدلي وو. محصلان هم هغه پخواني غوړېدلي، تاند او خوشحاله ځوانان نه وو. هر چا له ځانه سره د غمونو او ناخوالو کیسې راوړې وې. له څه باندې اته سوه ټولګیوالو ایله دوه نیم سوه پاتې وو. یوه ورځ چې د دوی درسي ساعت خالي و، محب له څو ملګرو سره د عدلي طب ودانۍ خوا ته لاړ. هلته یې د میوه خرڅولو یوه کراچۍ ولیده چې د میوو د ساتلو لپاره لوی لرګین صندوق یې درلود. په دې صندوق کې دوه مړي پراته وو. دې بوږنوونکې صحنې بیا کلونه وروسته د ده په یوه لنډه کیسه «نوم او مینه» کې ځان ښکاره کړه.
د ۱۳۷۸ په وروستۍ میاشت کې د کابل طب له معالجوي څانګې فارغ شو. د کابل په نظامي (څلور سوه بستریز) روغتون کې یې دوه میاشتې په انتاني سرویس کې کار وکړ خو له طالبانو سره نه جوړېده، وظیفه یې خوشې کړه او د هیلو ټرسټ موسسې ته لاړ. څه باندې یو کال یې په دې موسسه کې د ماین پاکانو درملنه وکړه. د طالبانو واکمني چې ختمه شوه، بېرته نظامي روغتون ته لاړ او یو نیم کال په داخله سرویس کې پاتې شو. د روغتون سرطبیب دی د درېو میاشتو لپاره د نوې جوړې شوې ملي اردو خدمت ته ولېږه خو درې میاشتې په درېو کلونو واوښتې. ده ته ویل شوي وو چې بېرته به دې د تخصص پروګرام ته راغواړو خو دا ژمنه هېڅکله پوره نه شوه نو ده هم په ۱۳۸۴ کې وظیفه خوشې کړه. د هلمند کجکي ولسوالۍ ته لاړ. په یوه شخصي کلینیک کې یې کار پیل کړ او همدغه سفر د ده د لیکوالۍ پیلامه شوه.
دې وخت کې د کابل په بازارونو کې پښتو کتابونه ډېر شوي وو. ده د پیرمحمد کاروان شاعري او د استاد سعدالدین شپون ناولونه ولوستل. محب به هر وخت د بي بي سي «پیلوځی» او د ازادۍ راډیو «په شګو کې چینه» ادبي خپرونې اورېدې. د لومړنیو لنډو کیسو په لیکلو سره یې تخلص «زغم» شو ځکه چې مجبور و د ټولنې بدمرغۍ او ناخوالې وزغمي. په هلمند کې د زغم د کیسو یوازینۍ اورېدونکې مېرمن یې وه. نظیفې به یې کیسو ته غوږ نیوه او دی به یې ستایه. تر اوسه پورې هم هره لیکنه یې اول نظیفه لولي. لوی ارمان یې دا و چې کیسې یې په راډیوګانو کې ولوستل شي خو دا هیله یې په څو میاشتو کې پوره شوه.
کال وروسته چې کابل ته روان و، په کندهار کې د ښکلا مجلې دفتر ته لاړ. له محمدیار او صالح محمد صالح سره یې ولیدل. بله ورځ د روهي ادبي بهیر غونډه وه، د محمد صابر بې ریا شعر د کره کتنې لپاره غوره شوی و خو محمدیار ملګرو ته وویل چې د محب الله زغم پر کیسه به کره کتنه وکړو. په کره کتنه کې «غیرت» وستایل شو خو نیوکې هم ورباندې وشوې.
کابل ته په ورتګ سره یې له پیرمحمد کاروان څخه د افغان ادبي بهیر پته واخیسته. هورې یې استاد اسدالله غضنفر له غږه وپېژاند. ورته یې وویل چې: «استاده! زه لنډې کیسې لیکم خو په تخنیکونو یې هېڅ نه پوهېږم.» استاد د ده یوې لنډې کیسې ته غوږ ونیو او ویې ویل: «که له لیکوالۍ سره مینه ولرې، لیکوال به شې او که دې مینه ورسره نه وي، نه کېږي.»
د بهیر په یوه غونډه کې صدیق الله بدر بلنه ورکړه چې د کلید راډیو دفتر ته ورشي چې مرکه ورسره وکړي. د «لونګو دریڅې» خپرونه یې کوربنه وه. هلته یې «ښاپېرۍ او شیطان» ولوسته او کتل یې چې کره کتونکو ښه کیسه بللې ده.
د بهیر د غونډو معتاد شو. لا شپږ میاشتې نه وې تېرې چې عبدالغفور لېوال ورباندې زېری وکړ: «ستا د لنډو کیسو ټولګه به په قلم ټولنه چاپوو.»
زغم چې په دري ژبي محیط کې لوی شوی و، پښتو یې د مطالعې له لارې زده کړې وه خو ګرامري تېروتنې یې کمې نه وې. د نومونو جنسیت، مغیره حالت او نورې ګڼې ستونزې. ده به هره لیکنه عاشق الله یعقوب ته لوستله. هغه به یې ګرامري تېروتنې ورسمې کړې. تېروتنې وار په وار سره کمېدې. اول به په جمله کې یوه دوې تېروتنې وې، بیا په پراګراف کې یوه یا دوې پاتې شوې، وروسته به په ټول متن کې دوه درې غلطۍ وې او بیا داسې وخت هم راغی چې نورو لیکوالو به خپلې لیکنې ده ته د ایډیټ لپاره ورکولې.
د نصیراحمد احمدي ناولونو د ناول لیکلو شوق ورپیدا کړ. وروسته یې د لنډو کیسو او ناولونو تر څنګ د ادبیاتو په اړه مقالې ولیکلې، نقدونه یې ولیکل او کله چې خدمتګار ورځپاڼې بلنه ورکړه، پر سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو یې مقالې ولیکلې.
په ۱۳۸۶ کې چې مصور بنسټ جوړ شو، د ماشومانو لپاره یې هم لیکنې وکړې، کیسې او د ماشوم روزنې په اړه مقالې.
محب الله زغم د کابل په یوه خصوصي روغتون کې د طبابت تر څنګ، د «سپېده» مجلې او د «انسان» مجلې ایډیټر پاتې شوی او د څو تنو لیکوالو کتابونه یې ایډیټ کړي دي.
په ۱۳۷۸ کې یې د ترور له لمسۍ سره واده وکړ. نظیفه یې د ژوند د سختوورځو شپو، لوږې تندې او هوساینې ملګرې شوه. څلور زامن یې پیدا شول: محبوب الله، روهین، رښتین او مجیب الله.
جایزې: د بشري حقونو په اړه د کیسه لیکلو په یوه سیالۍ کې یې دویمه جایزه ګټلې او د ۱۳۹۵ کال په نوروز کې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د «علامه سید جمال الدین افغان» اعلی دولتي نښان ورته تفویض کړ. «کبۍ او مونوک» د ماشومانو لپاره د ناول لیکنې په هغه سیالۍ کې چې د افغانستان د معلومات مرکز اعلان کړې وه، جایزه وګټله.»
د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډاکټر زغم جرمني ته کډوال شو او اوس له خپلې کورنۍ سره په نیدرزاکسن ایالت کې اوسي.
اثار:
۱. دوزخ په انسان کې، د لنډو کیسو ټولګه
۲. د ... فلسفه، د لنډو کیسو ټولګه
۳. مور او لېوه، د لنډو کیسو ټولګه (ناچاپه)
۴. ځانمرګی، ناول
۵. د ولسمشر فرمان، ناول
۶. ځوروونکی، ناول
۷. دوزخ په جنت کې، ناول
۸. جنګي سپی، د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه
۹. یوه لمن کیسې، د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه
۱۰. یو ماشوم، یوه نړۍ (د ماشوم روزنې او ماشوم پالنې په اړه د مقالو ګډه ټولګه)
۱۱. ځیرک الوځي، د ماشومانو لپاره کیسه
۱۲. کلمه های جادویی، د ماشومانو لپاره کیسه
۱۳. جمیل او ښاپېرۍ، د ماشومانو لپاره کیسه
۱۴. کبۍ او مونوک، د زلمکیو/ پېغلوټو لپاره ناول
۱۵. مښود، پر ژبې او ادبیاتو د مقالو ټولګه (ناچاپ)
۱۶. د ولیو منځ، پر ټولنیزو مسایلو د مقالو ټولګه
۱۷. پرونۍ ټوکه اوسنۍ رښتیا، د سیاسي مقالو ټولګه (ناچاپ)
۱۸. د ادبیاتو ښار (د امریکا یونلیک)
۱۹. جادويي سفرونه، د د زلمکیو/ پېغلوټو لپاره ناول، په پښتو او فارسي ژبو کې
۲۰. د لیکوالۍ عملي لارښود
۲۱. سرزورې ببو، د کورونا د مهال فکټ فېکشن لنډې کیسې
۲۲. خړلمی، د ماشومانو لپاره مصوره کیسه(Comic Book)
۲۳. سېلاب، د ماشومانو لپاره مصوره کیسه (Comic Book)
۲۴. سیند او کبان، د ماشومانو لپاره مصوره کیسه (Comic Book)
ژباړې
۱. د حقارت غوټه (د ادلر ارواپوهنه)، د ډاکتر محمود منصور تألیف
۲. د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه (د ډاکتر احمد زلال رنځورمل او ډاکتر احمد مجیب احمدي او محب الله زغم ګډه ژباړه)
۳. غوباړی The Gadfly ناول، د اتل لیلیان وینیچ اثر
۴. د کرکې او کینې دیانت، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه
۵. سترګې به پرانیزو، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه (په مستعار نامه)
۶. والیل اذا عسعس، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه
۷. د فروید ارواپوهنه، د کالوین اس. هال لیکنه
۸. ماته بېړۍ او زورورې څپې، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه
د ډاکټر محب زغم د لنډو کیسو بیلګه:
بېله دنیا
سبرینا د دوهم پوړ برنډې ته راووته. د کافي ګېلاس یې پر ګردي مېز کېښود. غځوونې یې وکړې. د برنډې د کټارې خوا ته ولاړه. لاندې یې وکتل. د اتل په لیدو چورتي غوندې شوه. له ځانه سره یې وویل: له ده سره مې څه کار و؟ څه مې ورته ویل؟
اتل په پارک کې په ټال کې ناست و. په لاس کې یې کتاب نیولی و او سر یې کتاب ته ټیټ و.
سبرینا د کافي یو غوړپ وکړ. ذهن یې نا کرار و. «کومه ژمنه مې ورسره کړې وه؟ نه، د څه شي ژمنه به مې کړې وي؟ نو څه مې ورته ویل؟»
سترګې یې د بېړۍ پر هغه موډل ولګېدې چې په پارک کې د ماشومانو د لوبو لپاره درول شوې وه. بېړۍ اوبه ور په یاد کړې، اوبو سیند ... موسکه شوه. په منډه کوټې ته ولاړه.
په بېړه کور ته ننوته. شېبه وروسته د ټال په څنګ کې ولاړه وه. پر اتل باندې یې غږ وکړ: سهار په خیر اتله! دلته لمر څومره وختي راخیږي.
اتل له کتابه سر پورته کړ: سهار په خیر! راخیږي، که راکوزېږي؟
سبرینا سر پورته د لمر خوا ته ونیو: راخېږي. ستاسو په ژبه کې ورته راکوزېږي وايي.
اتل یوه ګوته د کتاب په لوستل شوي ځای کې ونیوه او کتاب یې بند کړ. ګوته یې دې ته ونیوه: دغه لمر ښییم.
سبرینا موسکه شوه: مننه. پوهېږې؟ بېګا مې په خوب کې ولیدې.
اتل ټال ودراوه: ښه دې ولیدم. جالبه ده!
• جالبه خو خود ده. ډېره جالبه! اوس مې چې له برنډې ولیدې را په زړه شو. په منډه راغلم چې کیسه یې درته ووایم. البته که مزاحمت در ته نه وي.
• نه، نه، هیله کوم. هسې هم مطالعې ستړی کړی وم. د جرمني ګرامر سړی ګنګس کوي.
سبرینا په بل ټال کې کېناسته. ویې ویل: دا خو ده. خو د خوب کیسه به درته وکړم چې هسې نه هېره مې شي. ته نو غوږ شه. مور او پلار دې د بلاک په صفري پوړ کې اوسېږي. مور دې یهوده ده، پلار دې افغان.
اتل موسک شو: یهوده؟ زما مور؟
سبرینا په تندي ګونځې راوستې: خوب دی نو.
• ښه، نو بیا؟
• مور و پلار دې کړکۍ ته ولاړ دي. ګوري چې مخامخ یو یا دوه کیلومتره لرې درې تنه نازي عسکر پر سړک باندې ولاړ دي. د یوه په لاس کې دوربین دی. هغه د سړک په سر د اېښې موانع له پاسه په دوربین کې ستاسو کور ته ګوري. پلار دې وايي «خدای دې وکي چې دې خوا ته را نه شي!» مور دې د هغوی ویډیو اخیستې وي، هغه مهال چې هغوی ملکي خلک ولي. اوس مور او پلار دې ډارېږي چې که هغوی راشي او د ویډیو هغه کسټ پیدا کړي نو کیسه به یې ختمه شي.
اتل وویل: خوب نه دی، سمه سناریو ده. ههههه. د نازیانو په وخت کې ویډیو کامري کله دومره پرېمانې وې چې هر څوک دې یې ولري. عجب تخیل لرې!
د سبرینا پر شونډو نرۍ موسکا تېره شوه. ویې ویل: ناولونه مې ډېر لوستي دي. په ویښه کې خو مې تخیل کار نه کوي خو په خوب کې بیا بد نه دی. ښه نو، بیا لاندې د بلاک دروازه ډبول کېږي. مور دې نېغه پر نیالۍ کېني. مور او پلار دې څنګ په څنګ پر غولي غځېدلي وي. د کړکۍ په بېخ کې بیا یو ماشوم ویده دی. مور دې ټیکری په سر کوي. پلار دې ورته وايي: دوی به د ماشوم په خاطر راغلي وي چې ولې له را سره په یوه کوټه کې پروت دی. دوی به وايي چې دا کور درته مناسب نه دی، باید بل کور پیدا کړئ چې د خوب دوې کوټې ولري.
اتل بې له دې چې سبرینا ته وګوري، هماغسې چې په ټال کې یې ورو ورو ټالۍ وهله، پوښتنه وکړه: هغه ماشوم زه وم؟
• هو. اممممم، ګومان کوم چې ته وې. نه، نه. ته نه وې. ته خو بیا وروسته پیدا شوې. مور او پلار دې هاغه مهال لا اولاد نه درلود. نو هغه بل ماشوم؟ خدای خبر. داسې ګډوډ خوب مې و. ځینې صحنې یې را ته تتې ښکاري.
• پروا نه کا. هسې هم خوب دی.
• ښه نو، مور دې د اپارتمان ور پرانیزي. ګاونډۍ ښځه یې له وره سره ولاړه ده. هغه له ډاره رېږدي. وايي «ته راسره ځې چې لاندې دروازه بېرته کم؟» مور دې د هغې مټ سولوي. وايي «مه ډارېږه! زه درسره یمه.» نازي عسکر پر زینو راخېږي، درېیم پوړ ته ځي. هلته هم یوه افغانه کورنۍ اوسېږي. له نازیانو سره په برګه عسکري دریشۍ کې یو بل برېتور هم وي. سترګې یې شنې دي خو ویښتان یې تور. په سر یې سره خولۍ ده. د هغې افغانې کورنۍ سړی خپلې ښځې ته د تاسو په ژبه کومه پټه خبره کوي. ژبه مو څه نومېږي، پستو؟ پاستو؟
اتل وویل: پښتو په «ښـ» لکه په جرمني کې چې «ایښ» وایې.
• پښـ ـتو، پښـ ـتو. مننه. دغه بل چې له نازیانو سره ګرځي، ترجمان دی. هغه د کور څښتن ته په پښتو وايي یو څه خو بیا نازیانو ته بله خبره کوي. ګومان کوم چې د هغوی راز پټوي او نازیان تېر باسي. بیا دوهم پوړ ته کوزېږي. هغه چې تلاشي کړي، له بلاک څخه ووځي. مور او پلار دې خوشحاله وي چې له خطره بچ شوي دي خو هغوی بېرته راګرځي. پلار دې مور ته دې وايي چې ژر شه ویډیو پټه کړه. د نازیانو هغه ملګری چې پښتو وايي، غواړي خبره واړوي. پلار ته دې وايي «دا ماشوم څو کلن دی؟» پلار دې وايي «لا خو پنځه کلن دی نو پروا نه کوي چې له موږ سره په یوه کوټه کې څملي.» هغه ورته وايي «پنځه کلن نه، چې پنځه میاشتنی هم وي، بله کوټه کې به څملي. دا د دې وطن قانون دی.»
اتل ټال ودراوه. په خندا یې وویل: عجب تناقض او تضاد! نازي وګوره او ماشوم ته د خوب د جلا کوټې خبره وګوره.
درب شو. د ټال مخې ته یو توپ ولوېد.
د بېړۍ په موډل کې ولاړ ماشوم وویل: زما دی.
سبرینا توپ ور واچاوه.
ماشوم په خوږه ژبه وویل: ډېره مننه!
سبرینا وویل: ډېره خوښنه!
اتل له ټاله کښته شو.
سبرینا په بېړه وویل: بله صحنه مې را په یاد شوه. مور او پلار دې ستوني ستغ په هوا کې د سقوط په حال کې دي. لاندې سیند دی.
• خدای دې خیر کي.
دواړه سوکه سوکه د شنې غونډې خوا ته روان شول.
سبرینا کیسه وغځوله: ګومان کوم چې په سړکونو کې چې د اوبلارو دغه ګرد اوسپنیز برغولي دي، دا یې لرې کړی و او سیند ته یې ور ټوپ کړی و. پلار دې ویل چې هغه ویډیو باید خوندي شي. بیا وینم چې په سیند کې د اوبو په سر پلار دې لاندې پروت دی، مور دې پرې د پاسه. دواړه ستوني ستغ. دواړه هوار غځېدلي وي. داسې لکه پلار دې چې له ځانه بېړۍ جوړه کړې وي او مور دې ژغوري.
اتل د غونډۍ په لمنه کې د یوې ونې بېخ ته پلتۍ ووهله. سبرینا یې څنګ ته کېناست.
اتل وویل: پلار مې رښتیا هم دغسې وکړ. ځان نه یې بېړۍ جوړه کړه. موږ یې وژغورلو. هر پلار همداسې کوي.
سبرینا وویل: اوه! اوس پوهه شوم. حیرانه وم چې هغه د بېړۍ موډل چې وینم، ولې مې د خوب صحنې رایادېږي. ته په همدې وخت کې د مور په نس کې پیدا کېږي. نه، نه. له دې نه مخکې چې هغوی ځانونه اوبو ته وغورځوي، ته یې په نس کې پیدا کېږي. د توپ غوندې ګردی شی یې، لکه ججوری د هغې په ستوني کې را پیدا کېږي. هماغه ستا نطفه وي. مور دې د کوټې دېوال ته ډډه لګولې ده. پښې یې نس ته ورجوختې کړې دي. وايي ټول بدن مې سوی او خارښت کوي. بیا څوک ورته وايي چې دا هر څه د ماشوم په وجه دي، ته میندواره یې.
سبرینا اتل ته وکتل. هغه د بېړۍ موډل ته سترګې نیولې وې. نرۍ موسکا یې وکړه: موږ دغسې یو نو. له هماغه اوله خپلې میندې ځوروو، تر آخره پورې یې ځوروو. هر وخت یې ځوروو. ښه نو بیا؟
• ته ودرېږږږږږه! هو. په سیند کې غټې غټې ګارې دي، ګردې ښویې، نیمايي په اوبه کې ډوبې، نیمايي د اوبو په سر. ګارې ډېرې دي، ګډوډې پرتې دي. اوبه کمې دي خو ډېرې تېزې بهېږي. پلار دې ستونی ستغ لکه بېړۍ پروت دی او مور دې د پاسه ورباندې ستونی ستغ غځېدلې ده. اوبو په مخه کړي دي. پلار دې سر کوږ نیولی دی چې ګارو ته یې پام وي. په لاسونو د تګ لوری سموي چې له ګارو نه چپ شي.
• لکه هغه وړې بېړۍ چې د درو په سیندونو کې روانې وي او چلوونکي یې په بېلچه له ګارو نه چپ کوي؟
• بالکل هماغسې. بیا نو مور او پلار دې تر پله لاندې وي. زړه مې درزېږي. وایم تر پله چې ها خوا ته وځي، نازیان به یې وویني. نازیان د سیند په غاړو کې پیره کوي او څوک چې د سیند له لارې تښتي، ولي یې. بیا ته پیدا شوې. په اسپانیا کې. مور او پلار دې اسپانیا ته تښتېدلي وو. ته چې پیدا شوې، پلار په غېږ کې زنګولې. پوهېږې؟ ته د بېړۍ غوندې وې. نه، نه، د بېړۍ غوندې نه، سم دم بېړۍ وې خو ډېره وړوکې بېړۍ. ههههههه. څومره احمقانه ده. کنه! خوب دی نو.
اتل هم وخندل: بلا کوې! دومره قوي فانتزي؟
سبرینا وویل: خو کاش په ویښه کې هم دغسې فانتزي ولرم. زړه مې غواړي کیسې ولیکم. لیکوالي مې خوښه ده خو چې قلم په ګوتو کې ونیسم، تخیل مې کار پرېږدي. یوه جمله لا نه شم لیکلی.
• نو خوبونه دې ولیکه. بهترینې کیسې به وي.
• که نور یې ولیکم که نه، خو دا به خامخا لیکم. دا بېخي بل رقم خوب و. هو رښتیا، بله صحنه مې رایاده شوه. ستاسو په کور کې یو کتاب وینم. ډېر زوړ کتاب. پوښ یې په ګرد سپېره دی. هغه پخواني کتابونه چې دي، همغسې پوښ یې دی.
• هغه پېړ، سخت، څرمن وزمه پوښ چې وي؟
سبرینا د اتل سترګو ته وکتل: ته څنګه وپوهېدې؟
د اتل شونډې وېړې شوې: تا پخپله وویل چې پخواني کتابونه. نو پخواني کتابونه خو وو همداسې. ښه نو بیا؟
سبرینا کیسه وغځوله: کتاب د بل چا په لاس کې وي. ما ته وايي دا وګوره. په ګوتو د کتاب د پوښتۍ له یوه ځای نه ګرد پاکوي. عنوان یې په طلايي رنګ وي خو ځلا یې نشته. عنوان لکه حک شوی چې وي لږ ژور دی. سم نه لوستل کېږي. بیا یې هم په ګوته پاکوو. عنوان یې ورو ورو واضح کېږي. اوه!
سبرینا غلې شوه. په ویښتو کې یې ګوتې تېرې کړې.
اتل ور وکتل: څنګه غلې شوې؟
• بخښنه غواړم! پای یې دردوونکی دی. همدومره بس دی. نور یې نه وایمه. هسې هم خوب و نو څه حقیقت خو نه و.
اتل چې زنه یې پر ورغوي او ورغوی یې پر زنګانه تکیه کړی و، سر اوچت کړ. پښې یې ورټولې کړې. ویې ویل: ته وا حقیقت دردوونکی نه دی؟ لطفاً! کیسه دې پوره کړه.
سبرینا یې سترګو ته وکتل. ویې ویل: هیله ده چې غمجن دې کړي، خوب دی نو سړی څه ووايي. د کتاب پر پوښتۍ لیکلي دي چې ... امممم رښتیا هغه د ویډیو خبره نه وي. مور او پلار دې اصلاً همدغه کتاب له نازیانو نه پټوي. د کتاب پر پوښتۍ لیکلي وي چې «لس میاشتې وروسته په اسپانیا کې مړ شو» توبرکلوز وژلی وي. پلار دې یادوم.
دواړه غلي شول.
سبرینا څو ځله د یوه لاس ګوتې د بل لاس په ګوتو کې تېرې بېرې کړې. بیا یې خپل چپ مټ وسولاوه. اتل ته یې وکتل.
د اتل په سترګو کې اوښکه وځلېده. ويې ویل: کاش داسې شوي وای.
غږ یې ژړغونی غوندې و.
سبرینا وویل: بخښنه غواړم چې خپه مې کړې. خووووو په دې ونه پوهېدم چې ولې وايې کاش دغسې شوي وای.
اتل پر زنګنو سر لګولی و. لاسونه یې له پښو نه چاپېر کړي وو. سونګېده.
سبرینا ورنژدې شوه. څټ یې په ورغوي وسولاوه. بیا یې بخښنه وغوښته.
اتل ژړل. کتاب یې د ګوتو له منځه ولوېد.
سبرینا کتاب راپورته کړ. غلې کېناسته. نه پوهېده چې څه ووايي یا څه وکړي چې اتل پرې آرام کاندي.
اتل بې له دې چې سر پورته کړي، وویل: لس
ژړا یې زور ونیوه. سبرینا یې بیا څټ وسولاوه. ویې ویل: وروسته به یې راته ووایې. اوس دې زړه تش کړه. وژاړه. زه همدلته یم. درسره یم.
اتل وویل: لس میاشتې.
ژړا وار ورنه کړ.
درېیم ځل یې هڅه وکړه: لس میاشتې یې وشوې.
دا وار یې ځان قابو کړ: خو کاش ستا د خوب غوندې توبرکلوز وژلی وای. کاش هغه وخت مړ وای چې ډېر کوچنی وم. داسې وخت چې زما به نه یادېده. چې هېڅ خاطره مې ورنه نه درلودلای. لکه ستا په خوب کې چې نوی زېږېدلی وم. کاش هغه مې نه یادېدلای.
• کاش د خوب کیسه مې درته ویلې نه وای.
اتل ور وکتل. نرۍ موسکا یې وکړه: نو څه به بدل شوي وای؟ ګناه ستا نه ده. لطفاً بخښنه مه غواړه. بخښنه دې هغوی وغواړي چې ګناه یې کړې ده، جنایت یې کړی دی. پوهېږې! وژلي یې هم موږ یو او عفوه هم موږ ته کوي.
• طالبان یادوې؟
• هو. همدغه د سپي زامن یادوم.
• پلار دې هغوی وژلی؟
• ټوک ټوک یې کړی و. په موټر یې مقناطیسي بم لګولی و. د موټر ټوټې او د آغا د غوښو ټوټې سره ګډې وې.
اتل د لاسونو ورغوو ته وکتل.ویې ویل: په همدې لاسونو مې د آغا د غوښو ټوټې راټولې کړې. لیکوال و. تا غوندې پر کیسو مین و.
• لیکوال و؟
اتل د هو په معنا سر وښوراوه: ما به کله کله ورسره لانجه کوله. ځواني ده نو سړی کله کله اوتې بوتې وايي. ورته ویل به مې چې هسې دې وخت ضایع کوې. په دې وطن کې نو کتاب څوک لولي چې ته یې ورته لیکې. ده به ویل چې بې لیکلو مې نه کېږي. لکه په بدن کې مې چې آبسه وي. د آبسې درد په هېڅ شي نه کرارېږي. یوازې په دې کرارېږي چې زوه ترې وباسې، چې تخلیه یې کړې.
سبرینا د اتل مټ وسولاوه.
اتل نرۍ موسکا وکړه. بیا یې وویل: ښه خبر وو چې ژوند ته یې خطر دی. ډېر کله به مې مور سره جنګونه کول چې ولې آغا نه مجبوروي چې خارج ته لاړ شو. مور مې ګرمه نه وه. آغا د هېچا نه منله. هلته حالات ډېر خراب وو. طالبانو په موټرو مقناطیسي ماینونه نښلول. داسې ورځ نه وه چې په کابل کې دې چاودنه ونه شي. څوک یې په مرمۍ ویشتل، څوک یې په بم الوځول. پلار ته مې اعصاب خراب وو چې ولې مو خارج ته نه باسي. کاش چې ځورولی مې نه وای. زه بد هلک وم، ډېېېر بد.
سبرینا یې لاس په ورغوي کې ټینګ کړ. ویې ویل: ځان مه ملامتوه. ته ګرم نه وې. تا د ټولو خیر غوښت.
اتل په ټیټ غږ وویل: مننه.
دواړه پاڅېدل. نري سړک ته کښته شول.
اتل وویل: یوه شېبه! تا ویل لس میاشتې وروسته؟ په اسپانیا کې؟
• هو. همداسې وه.
اتل هغه تر لاس ونیوله: ته راځه!
اتل ګامونه چټک کړل. سبرینا هم ورسره چابکه شوه.
اتل د بلاک د دروازې مخې ته پر یوې ګونډې کېناست. د برق د ساکټ په اندازه د ژړو درې مربع شکله لوحې پر سړک ښخې وې. دوې څنګ په څنګ او بله ترې لاندې د دواړه په وسط کې. اتل پر یوې لوحې ګوتې تېرې کړې. ویې ویل: دا وګوره! «آلفرډ دویچ – تولد ۱۹۰۵ – په ۱۹۴۲ کې اسپانیا ته فرار شو – لس میاشتې وروسته هلته مړ شو».
سبرینا وویل: نه! باور مې نه کېږي. دا نو څنګه کېدای شي؟
اتل ور وکتل: دا دې نه وه لوستې؟
• نه، نه. باور وکړه. اصلاً. بېخي مې ورکتلي هم نه دي.
• دا بله وګوره. «انا دویچ – تولد ۱۹۰۸ – په ۱۹۴۲ کې اسپانیا ته فراره شوه – مړینه ۱۹۷۸» دا به یې مېرمن وه.
سبرینا د دریېمې لوحې لیک ولوست: «هانس دویچ – تولد ۱۹۴۲–– مړینه ۲۰۲۰» او دا به یې زوی وي. پوهېږې؟ د هغه کتاب عنوان همدغسې و. کټ مټ همدغسې و. نه. لږ توپیر لري. د دې لیک رنګ تور دی ځمکه یې طلايي ده خو د هغه کتاب پوښتۍ توره وه، عنوان یې طلايي. رښتیا ته څنګه وپوهېدې چې پر دې لوحو نومونه او سنې حک شوي دي.
• د کورس استادې را ته وویل. یوه ورځ چې له کورسه ووتو، ګومان کوم چې ته په هغه ورځ نه وې راغلې، په لاره کې یې را وښودلې. په هر کور کې چې پخوا به یهودان اوسېدل، دغه لوحې ښخې دي. د هغو یهودانو معلومات په دې لوحو کې لیکل شوي دي چې په دې کورونو کې اوسېدل. نو آلفرډ دویچ او انا له هانس سره په همدې بلاک کې وو. سړی څه پوه شي، کېدای شي چې همدا ستا په اپارتمان کې به اوسېدل.
سبرینا د خپل اپارتمان برنډې ته وکتل.
اتل د سړک بلې غاړې ته اشاره وکړه: هغه نورې لوحې ولوله. اکثره یې وژل شوي دي. آلفرډ نېکمرغه و چې تښتېدلی و.
دواړه پاڅېدل.
اتل وویل: مننه چې د خوب کيسه دې را ته وکړه.
• هیله کوم. دردوونکې وه. ته مې هم و دردولې. خو دې ته چورت وړې یم چې زما خوب ته دغه شیان څنګه راغلي دي. نه مې دا لوحې کتلې وې، نه مې یې په اړه اورېدلي وو. اسپانیا ته تېښته، لس میاشتې وروسته، یو زوی ... دا څنګه کېدای شي؟ بېخي یې ګنګسه کړې یم.
• نه پوهېږم. خوب بېله دنیا ده. له وطنه احوال لرې؟ پلار دې ښه دی؟
• ښه دی خو ورته سودا مې ده. لس وارې مې ورته وویل چې ته خو معلم یې، ستا یې له جګړې سره څه. وايي چې پخپله د وطن دفاع ونه کړم نو شاګردانو ته به مې وطنپالنه څنګه ورزده کړم.
• بده خو ولله که وايي.
• اممممم. څه ووایم. ډارېږمه. پرون یې ویډیو رالېږلې وه. د روسانو ټانکونه یې ویشتلي وو. ده او ملګرو یې ورته خوشحالي کوله.
اولڅېن، جرمني
13.05.2022
(ستوري د ادب په اسمان کې)