"د افغانستان نومهالي ادبیات"

Image Description

« د سپوږمۍ تر کلي» په تذکره کې د یو شمېر شاعرانو پېژندګلوۍ او اثار (۲)

د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات


 « د سپوږمۍ ترکلي» د پښتو ښځينه شاعرانو او لیکوالو تذکره اغلې سپوږمۍ نوري راټوله کړې او لیکلې ده 

 

 

 

                                                                                             زرپاڼه همپا

 

زرپاڼه همپا د اسدالله خان همپا لور د عبدالعزیز خان توخي لمسۍ، په ۱۳۶۴ ل کال د کندهار په څلورمه ناحیه کې زېږېدلې ده. اغلې همپا له دولسم ټولګي فارغه او د لوړو زده کړو د پیلولو په درشل کې ده. اوسنۍ بوختیا یې ښوونکې مقدسه دنده ده .

زرپاڼه همپا که یوازې د کندهار د ښځینه شاعرانو استازې وبلل شي، لویه بې انصافي به وي ځکه د نوموړې شعري ځانګړنې په هغه کچه دي چې تر اوسه لا بیخي ډېر نارینه شاعران هم ځنې بې برخې دي. دا به سمه وي چې د دې خور شاعرانه احساسات به د لطیفو ښځینه عواطفو په غېږ کې د دې د هر شعر په بیت – بیت کې په منډو وي، مګر خبره همدومره سطحي نه ده، بلکې د احساساتو او خیالاتو د انداز بیان غوره کیفیت هم باید له پامه ونه غورځول شي چې زموږ د دې درنې شاعرې په شعرونو کې سر له همداوسه لاښه په فخر تر سترګو کېږي. افغاني په تېره پښتني ټولنه دومره بختوره نه ده چې ښځینه غړې دې یې هم په تعلیم سمبالې وي، نو په دغسې معاشره کې د زرپاڼې همپا په شان پوهه، ځیرکه او حساسه ښځه د الماسو حیثیت لري چې باید ډېر قدر یې وشي. په هر صورت د دې آن له یوه شعره لا هم هغه ولسي درد او رنځ محسوسېدای شي چې د آغلې همپا شاعرانه احساسات یې متاثر کړي، دا چې هر څه وایي ډیر یې په زړه پورې وایي، هر توري ته د شعري ژوند ورکولو په هڅه کې ده او نامریي جهان ته د عالي خیال په وزرونو الوت کول غواړي چې تر اوسه لا په خپل دې تلاش کې د بلا کامیابیو څښتنه ده او زه د یقین تر بریده ویلای شم چې دا آغلې به یو مهال د پروین ملال په شان یو ویاړ وي .

دا هم د اغلې د شعرونو نمونې :

پښتون زړه

 

زړه مې د سینې څه مرور ولاړی

ولاړی د عمرونو په سفر ولاړی

ما زي زردشتي لمبو ته څېرمه شو

بیا لکه د سترګو څه نظر ولاړی

ستا په یو دریځ لکه پښتون غرور

پورته و آسمان ته لکه سپر ولاړی

غرق شو په نیلاب کې له اوشاس سره

داسې وارشاک ته برابر ولاړی

ژړ مازدیګري کې همپا! ولوېدی

بیا نو تر سهاره لکه لمر ولاړی

پټه مې ولوله !

 

طبیعت کې بدلون ښکاري

انقلاب پر کاییناتو

سور انګار مې زړه کې پروت دی

شو مې وران کور د خیالاتو

د حکمت هرې تابلو ته

تللې ډوبه او نشه یم

ګاهې لامبمه هلمند کې

ګاهې ناسته پر سپین غره یم

کله زبېښم د تاک وینې

په ګډا او مستۍ کښېوزم

د ماشوم رنګې سر یوسم

پر سینه یې د مور کښېږدم

جام د سرو شرابو نوش کړم

میخانه کې په نڅا شم

د بابا غېږ کې چپه شم

په غیرت کې آریانا شم

چرت مې واخلي خیال مې یوسي

د ارغند شنډو څپو ته

په ورو-ورو مې فکر هسک شي

د پامیر لوړو سرو ته

بې پروا قلم راواخلم

سوي چیغې پرې انځور کړم

غرنۍ شپېلۍ ته لاس کړم

څو نغمې ور په کې سور کړم

 

 

 

                                                                                                          زرغونه توخي

 

زرغونه توخي د امیرمحمد لور، لومړنۍ زده کړې یې د خراسان په ښوونځي کې سرته رسولي، د کانکور تر ازموینې وروسته د ښوونې او روزنې پوهنځي ته بریالۍ شوه او د یوولسم ټولګي را پدېخوا یې د شعر ښکلي هنر ته مخه کړې او په لومړي ځل یې خپل شعر د مېرمن کلتوري بهیر کې واوراوه .

دایې هم دشعر نمونه :

اې زما دې مینې یاره

تا به هېر نه کړم نګاره

هر ساعت راته یادېږې

په زړګې مې راورېږې

لکه ګل په شان تازه یې

د ګلاب په شان تازه یې

ته زما ښکلی جانان یې

ته مې ژوند ته مې ارمان یې!

 

 

 

 

 


                                                                                                           زرغونه رحمتي



زرغونه رحمتي په ۱۳۵۶ کال د کابل په ښار کې سترګې دې نړۍ ته وغړولې، اصلي ټاټوبی یې د لغمان ولایت د عمرزو کلی دی. له ۱۶ کلنۍ څخه یې د شعر سندریزې چینې و خوټېدې او له ۱۳۷۲ کال راهیسې یې خپل وزګار وخت شعر ویلو ته ځانګړی کړی دی. پلار یې ارواښاد رحمت الله رحمتي د محمد الله ساپي زوی هم د پښتو ژبې ښه شاعر و چې ډېر شعرونه ترې پاتې دي .زرغونه رحمتي چې د داسې ادیب او شاعر پلار په غېږ کې را لویه شوې ده، له شعرسره لېونۍ مینه لري. دا خپله لېوالتیا د خپلې کورنۍ د احساس زېږنده بولي، آغلې زرغونه د کوم ځانګړي سبک پیروي نه کوي بلکې په بېلابېلو وختونو او ځایونو کې چې کله ورته د شعر ښاپېرۍ الهام راوړي ښکلي شعرونه وایي، دا چې د مور ژبه یې هم دري ده تراوسه یې په پښتو او دري ژبه ډېر شعرونه ویلي دي .په پښتو ادبیاتو کې د پلار په هڅونه برسېره د افغاني ادب د تکړه لیکوالو او شاعرانو لکه علم ګل سحر او حکمت الله کاکړ د هڅونې او لارښوونې منندویه ده .زرغونه رحمتي په ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو سربېره د ریاضي او فزیک په برخه کې د سید جمال الدین افغان په انسټیټوټ کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۳۸۳ کال کې له دغه انسټیټوټ څخه په لوړه درجه فارغه شوه. او له فراغت وروسته یې د کابل ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړه .د هغې مینې له کبله چې له کلتوري فعالیتونو سره یې لرله د سنایي په پرمختیایي موسسه کې د )اعمار صلح) مجلې د مسئولې مدیرې په توګه وګمارل شوه .

نوموړې ۵ کاله وړاندې واده کړی خاوند یې عبدالناصر نېک انجام پخپله له شعري قریحې څخه برخمن دی .او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده، او په کلتوري برخه کې د دې یوازینی همکار او هڅوونکی دی. دا د پنځو اولادونو مور هم ده .

مېرمن زرغونه د یو شمېر لیکوالو مېرمنو په هڅونه د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر غړې شوه اوس د دغه بهیر فعاله غړې او د اړیکو د کمېټې غړیتوب یې هم لري .

 

زنځیرونه

 

د ژوندون هره شېبه ده لکه اوښکه را روانه

راشه وګوره چې څنګه زه ژوندۍ یم بې له تانه

 

اوس چې زما د زړه له بڼه پسرلی په تېرېدو دی

ګوره زما د زړه داغونه نن د مخ په زېړه پاڼه

 

د تیارو په ټغر ناسته د رڼا په تمه تمه

د ځوانۍ موسم مې تېر شو، بې خبره له خپل ځانه

 

لېونۍ غوندې یوازې زه په شاړو کوڅو کرځم

ستا یادونه ژوندي کېږي په نظر له هرې خوانه

 

نه هېرېږي زما له یاده د غمونو په تورتم کې

نه د چا په تمه ناسته چې ډیوه کاندې روښانه

 

څو د اوښکو ځنځیرونه زما پرمخ وهي څپېړې

نور به څه وایم چې څنګه داسې ښکارم پرېشانه

 

که ژوندون را سره مل شي یوه ورځ به درته وایم

ای زما د زړه دښمنه ماته مه وایه جانانه

 

 

غزل

 

که ته رانشې بیا نو لمر شي څنګه

دا توره شپه بېرته سحر شي څنګه

زما له سترګو نه چینه جوړه شي

لوندنو په اوښکو مې ټټر شي څنګه

څوک به زما د زړه پوښتنه وکړي

د زړه له حاله مې خبر شي څنګه

دا ستا نظر چې زما په سترګو نه وي

په تورو سترګو مې نظر شي څنګه

غمونه ډېر شي د وصال په تمه

په وینو ډوب زخمي ځیګر شي څنګه

یادونه څو ماته انځور جوړوي

هېر به زما د زړګي سر شي څنګه

سپینه سپوږمۍ مې څو ختلې نه وي

روژه مې پاتې وي اختر شي څنګه

(زرغون) یوازې د هجران له غمه

دا ستا په مینه در بدر شي څنګه

 

 

 

غزل

 

راشه چې وکړم ستا د حسن دیدنونه نن بیا

زما په سترګو باندې کېږده قدمونه نن بیا

د پسرلي په شنه لمن کې زما د هیلو په بڼ

د خیال په ټال کې په نڅا کړه انځورونه نن بیا

که مې نصیب د ستا لیدل وي زه به ووینمه

دا ستا د ګل غوندې پرمخ ښایسته خالونه نن بیا

اوس چې راغلی ستا د حسن پسرلي په چمن

زما په شونډو غوړېدلي دي ګلونه نن بیا

په یو نظر ماته د مینې افسانه ووایه

زما په غاړه کې راواچوه لاسونه نن بیا

دا ستا د سترګو لېونۍ یم خو ویلی نشم

د زړه په ژبه درته وایم غزلونه نن بیا

(زرغونه) ستا په تمه چې ته یو ځل راشې

په مینه لرې کړه د زړه زاړه غمونه نن بیا

 

 

 

 

 

                                                                                                           سارا کاوون 




سارا کاوون د برید جنرال نورالحق کاوون لور په ۱۳۵۲ ل کال  د خوست ولایت د متون بابا په فاملیانو کې نړۍ ته راغلې ده. د هغې پلرنی ټاټوبی د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د نوروزخېلو کلی دی. په خټه صافۍ ده، نیکه یې د خپل وخت نومیالی سوداګر او د قوم مشر و، سارا په شپږ کلنۍ کې د کابل ښار د بي بي شمسو په ابتدائیه ښوونځي کې شامله شوه، د کوچنیوالي څخه یې د لیک لوست سره ډېره مینه وه د خاص استعداد او ذکاوت خاونده وه د څلورم ټولګي را پدې خوا د کیسو او شعرونو په لیکلو لګیا وه .سارا کاوون ډېره مهربانه، زړوره، هوښیاره او د ښه درک څښتنه وه تل یې د نورو د غم او ښادۍ په مراسمو کې ځان شریک باله د وطن او خلکو د مینې لیونۍ وه تل یې د وطن د ودانۍ او خلکو د سوکالۍ اندېښنه درلوده که څه هم په عمر وړه وه خو په تدبیر کې ډیره پخه وه .خو د بده مرغه په تنکۍ ځوانۍ کې د مرګ د خونړیو منګولو قرباني شوه یعنی د ۱۳۷۶ کال د اسد د میاشتې په ۲۰ نېټه له دې فاني نړۍ څخه لاړه. روح یې ښاد او فردوس جنت یې په نصیب شه .

داهم داغلې ساراکاوون دشعرنمونه :

 

کونړه

نن په کونړ کې زلزلې خورې دي

ورېځې ګرځېږي او تیارې خورې دي

ښکلي زلمي د ځمکې غېږ له ځي

په کونړ د غسې لمبې خورې دي

کونړه ستا یم د اورونو شاهد

ستا په کورو کې د ویرونو شاهد

ما د ګولیو داړې ولیدلې

ستا په سینه یم د ټپونو شاهد

کونړه ستا مې شاه زلمیان ولیدل

د غرو لمن کې مې زمریان ولیدل

کونړه ته به په جنت بدل شې

درنه په تېښته چې لېوان ولیدل

ما دې د پېغلو تلوسې ولیدې

ما دې د میندو وسوسې ولیدې

ما د زړې ابۍ د تور ټیکري نه

د سپینو ستورو پلوشې ولیدې

خو زړه مې بل شانته تسل راکوي

جرآت ورتګ ته  د مورچل راکوي

وایي را پورته شئ باتورو زلمو

دا آوازونه مې ګوګل راکوي

ما دې د سین مستي لیدلې

په کتابو کې مې کیسې لیدلي

ما دې د سین سړې اوبه څښلې دي

ستا په اوبو کې مې مزې لیدلي

کونړه ښکلی د میوو وطن یې

شاعر لپاره دشعرو وطن یې

په ما ډېر ګران یې ځکه ستایمه دې

په وینو رنګ د حماسو وطن یې

 

 

څه کوي

 

خیال مې په زړه کې د جانان څه کوي

په سپېرو دښتو کې سلطان څه کوي

 

نن د جانان زلفې خورې دي پر مخ

دسپوژمۍ غاړه کې ماران څه کوي

 

زما د زړه بېړۍ را ډوبه نکړې

دلبره ستا د عشق توپان څه کوي

 

چې غم موجود وي ښادي کله راځي

د سپو په کلي کې غرڅان څه کوي

 

ما ویل ټول به کړم حاصل د مینې

خدایه پدې وخت کې باران څه کوي

 

 

 

وځلېدم

 

بادار چې څنګه اشاری کولې

زه هم همغه شانې و نڅېدم

 

د خان د چینګو، چینګو داړو لاندې

لکه هډوکي غوندې وکړېدم

 

که به زما په تندي اور شو رابل

پټ به د شمع غوندې وژړېدم

 

آخر به ورانه کړم نړۍ د ظلم

خیر که د دار په رسۍ وځړېدم

 

که مې دا تورې ورځې تېرې کړلې

خو نن د ستوري غوندې وځلېدم

 

زما زخمونه

 

مړه شوې نه یمه ژوندۍ یمه زه

مور جانې ما پسې ژړا ونکړې

الله دې وبښه، دا ونه وایې

ما ته د مړه په شان دعا ونکړې

که غواړې نوم زما ژوندی پاتې شي

زما بد خواه سره وفا ونکړې

زما د دښمن په مخ کې ونه ژاړې

خورجانې پام کړه دا خطا ونکړې

روکیه! شپه ورځ بېداره اوسه

پام د مستۍ ډنډ کې شنا ونکړې

مینه کې کلک او وفا داره اوسه

پام چې لیلا سره جفا ونکړې

رقیبه! عمر په ژړا بدې شې

زما زخمونو ته خندا ونکړې

سپوژمۍ

 

مه پلاره

پلاره لا ماشومه یم

زه ډېره مظلومه یم

راغلې چې له کومه یم

هغسې معصومه یم

ستا د سترګو تور یمه

هم درته رجړومه یم

ستا د پټکي ګل یمه

ښه درته معلومه یم

هم دې یم د زړه ټوټه

په غم کې د مغمومه یم

نو مه مې ورکوه پلاره

مه مې خرڅوه پلاره

ته په څو روپو باندې

مه مې ځوره پلاره

 

څلوریزه

 

جرم مې څه ګناه مې څه ده وایه

لکه نینه ما کړوې له خپلو هیلو سره

دا څومره ظلم څومره زور ده اشنا

د عاطفې غر نړوې له خپلو هیلو سره

 

 

 

 

 

 

 

 

 


                                                                                                          سوسن نایل



سوسن نایل د عبدالحلیم خان لور چې په ۱۹۸۶ م  کال په کندهار کښې زېږېدلې ده، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې  د رابعه بلخي په ښوونځي کې تر سره کړې دي. سوسن نایل د یو کال راهیسې شعرونه او ادبي ټوټې لیکي .

دا یې هم دشعر بیلګه :

 

مور نه ده پرښته ده

یو جلا غوندې ډیوه ده

د زړګي تازه میوه ده

مور ستا حقداري ډېره

تر قربانیو ده هم تېره

تا ګاللي زحمتونه

ستا وفا به نکړم هېره

مورې ستا مقام اوچت دی

تر پښو لاندې جنت دی

که ودانه ده نړۍ نن

ستا زیار ستا شفقت دی

مورې ته یې مهربانه

ډېره ما باندې یې ګرانه

 

 

 

 


                                                                                                           سوله نیازۍ 



سوله نیازۍ د ډګروال فضل الرحمن لور د دولسم تولګي زده کوونکې ده، اصلي ټاټوبی یې د لغمان د الینګار ولسوالۍ ده د ۱۹۹۰ ز کال د اکتوبر په درېیمه زېږېدلې ده. ابتدایي زده کړې ېې په پېښور کې ترسره کړې، په ۱۳۸۴ کال کې خپل هېواد ته راستنه شوه، له لیکلوالۍ او شاعرۍ سره یې مینه درلوده په لسم ټولګي کې یې شعر ویلو ته پیل کړی او تر اوسه لا د شعر الهامي څپې پرې راځي او شعر لیکي .

دا یې هم د شعرونوبېلګې :

 

 

غزل

 

سوز مې د ځیګر څنګه بیان کړمه

څه ډول پرهر مې نمایان کړمه

 

تا پسې زېړ ګل د بیابان شمه

څه ډول مې اوښکې زه پایان کړمه

 

ښکلې د ځوانۍ ده د ګلاب په شان

څه ډول توصیف دې په زبان کړمه

 

یاد دې په زړګي راته داغونه ږدي

څه ډول فریاد د زړه بیان کړمه

 

ژاړمه زه تا پسې ارمان دې کړم

څه ډول یادونه دې پنهان کړمه

 

یا ربه فریاد د (نیازۍ) واوره ته

څنګه مې پوره دا خپل ارمان کړمه

 

 

غزل

 

پسرلیه راشه خوشالي راوله

زړونه تازه کړه نېک بختي راوله

 

ستا په راتلو به هر یو روح تازه شي

د بڼ ګلانو ته مستي راوله

 

چی خوشبويي دې هر چمن نه خېژي

غېږې ته لېري پردېسي راوله

 

د (نیازۍ) سترګې انتظار پاتې شوې

غمونه لرې کړه دوستي راوله

 

 

 


                                                                                                          شایمه ذهین 



شایمه ذهین د سپین غره  دشاعرانه سیمې او ګلبڼ هغه نوې غوړېدلې غوټۍ ده چې له یوه کال راهیسې یې په شعر ویلو پیل کړی، اوتر دې دمه یې تر دېرشو زیات شعرونه اونظمونه لیکلي، نوموړې د محصل خان لور د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د بربیار په سیمه کې څوارلس کاله وړاندې زېږېدلې ده .اوس مهال د یادې سیمې د نجونو دمنځني ښوونځي په نهم ټولګي کې پر زده کړو بوخته ده .

دا چې هغه کوم لامل و چې اغلې ذهین یې پر شعر ویلو راوستله؟

نوموړې وایې:( زمونږ په وطن کې جګړې، جنګونه، دربدرۍ او د ژوند ناساز شرایط ددې لامل شوي، چې زمونږ ډېری وطنوال په سرو سترګو وژړوي اود  ژوند خوږې نغمې یې پر سادو بدلې کړي، لکه رحمان بابا چې وایې :

دا دستور دی چې له درده زګېروي خېژي

ګڼه  څه و د رحمان له شاعرۍ

همدغو دردونو پر ما هم ژور اغېز کړی او زه یې پر دغو زګېروو سر کړې یم)

 د ذهین شاعري روانه او هر ډول تکلف نه خلاصه ده هر څه ته په خپل ماشومانه نظر ګوري او بیا په ډېر پاخه او هنري شکل د شعر په ژبه بیانوي، هغه دا وایي چې د شعرونو زیاته برخه یې وطن ته لیکلې او یو نیم حماسي شعر هم لیکلي .

لومړی شعر یې د تېر کال په پسرلي کې لیکلی، هغه د شعر لیکلو تر څنګ یوه نیمه کیسه هم لیکي خو وایي چې ډاډه پرې نه ده په شعر لیکلو کې ورسره ښاغلی نجیب الله مرسته کوي .نوموړې غواړي په راتلونکې کې یو ښه شاعره واوسي .

او دایې هم دشعر بېلګه :

غزل

 

ښکلې ماڼۍ زه د لندن څه کوم

څومره ښایسته ښکلی بوستان لرمه

لعل و مرجان د بل وطن څه کوم

د سرو لالونو بدخشان لرمه

دښمن مې وژنم په خالي لاسونو

لکه د تیږې کلک ایمان لرمه

چې په ټپه یې دښمن ته ماتې ورکړه

زه د ملالې یه قربان لرمه

(شایمه ذهین) پرې افتخار کومه

چې نن ازاد افغانستان لرمه

 

ابدي سفر

 

له دې دنیا نه د نیمګړو آرمانو سره ځم

د نامراده پاتې شویو کاروانو سره ځم

د چا د زړه ټوټې به تللې په یو بل مکان وي

زه یې تسل ته د وړو وړو سلګو سره ځم

لکه شبنم چې ته ګلونو د چمن اورېږې

زه هم د داسې پاکو اوښکو له شېبو سره ځم

که خاطرې د ښه عمل مې ستا په زړه پاتې شي

له دې نړۍ نه به د خپلو عملو سره ځم

لکه په ښکلي باغ  و بڼ کې دا ګلان ښکارېږي

داسې په شنه شال کې د ګلونو بدرګو سره ځم

چې مې د ژوند د آرمانونو دنیا ورانه شوله

لکه د ګل به پاڼې پاڼې خزانو سره ځم

د خپل وطن دیدن مې هسې په زړګي شو پاتې

په بل دیارکې له بې شمېره حسرتو سره ځم

د هغه یار چې یې یادونه تل له ما سره وو

اوس یې له خوانه په نا هیلو فریادو سره ځم

 

 


                                                                                                           شکریه خروټې



شکریه خروټې په کال ۱۳۵۲ د کابل ښار په یوه روشنفکره کورنۍ کې زېږېدلې ده. بکلوریا زده کړې ېې د عایشې دراني په لېسه کې پای ته رسولي او لوړې زده کړې یې په ۱۳۸۲ کال کې په کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې کړې دي .له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته یې د نشراتو په ریاست کې د آرټ او ډیزاین د مديرې په توګه دغه راز د خپرونې ریاست د مرکز خپرونې، اوکلنۍ کې يې دنده ترسره کړې او اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د باختر آژانس په ریاست کې د خبریالې په توګه دنده ترسره کوي .

دې په ۱۳۶۹ کال کې په شعر ویلو پیل کړی چې زیاتره شعرونه یې غزلې دي چې تصوفي او عشقي اړخ لري. دا وایي ټول یې یو سل و دولس پارچې شعرونه دي چې تراوسه پورې د مجموعې په توګه نه دي چاپ شوي .

دا هم د اغلې خروټې د شعر نمونه :

 

بېلتون

 

هرڅه کومه هېروی دې نه شم

له خپل زړګي دې بېلولی نه شم

 

تا رانه غواړي دا ماشوم زړګی مې

په خپل خبره یې پوهولی نه شم

 

ستا جدایۍ کې لیونۍ غوندې شوم

ددې سزا ګناه موندلی نه شم

 

تا خو د مینې لاس خطا کړ له ما

زه دغه مینه پرېښوولی نه شم

 

له مانه لاړې بیا را نه غلې ولې

تا له خپل زړه نه زه ایستلی نه شم

 

تا خوز ما د مینې کور وران کړی

زه یې بې له تانه جوړولی نه شم

 

تا چې له ما مرور کړی خپل ځان

عذر او زارۍ درته کولی نه شم

 

د جفا غم

 

اوس مې زړه کې تاته ځای د مینې نشته

اوس مې ستا د جفا غم په زړه کې نشته

 

که ته دومره د بل چا په عشق مغرور یې

اوس مغرور ګرځه په ما کې وفا نشته

 

ما ویل ته مې د زړه بله ډیوه یې

اوس تیاره ده نور په ژوند کې رڼا نشته

 

دا نیمګړی ژوند مې ستا په مینه زوړ شو

اوس په دې وجود کې توان د سزا نشته

 

ستا بېلتون هسې له ځانه بې خبر کړم

چې ژوندون مې په دنیا کې بې تا نشته

 

 

 


                                                                                                          شګوفه  مینه 



له نن نه یوویشت کاله د مخه د وري په میاشت کې په کابل کې دې نړۍ ته راغلې په کال ۱۳۸۴ لمریز کې د کابل ښار د الفتح عالي لېسې نه فارغه او ژرونالېزم پوهنځي ته بریالۍ شوه، په ۱۵ کلنۍ کې یې په شعر ویلو پیل کړی دی خو تر اوسه لاپه دې نه ده توانېدلې چې خپله شعري ټولګه خپره کړي خو ډېری شعرونه یې د نورو خپرونو له لارې خپاره شوي دي .

دا هم د اغلې شګوفې مینې د شعر نمونه :

 

بدمرغه

انۍ مې چیغه وکړه

پلار مې په قار شو

مور مې وژړېده

او نورو

ناڅاپه دا پوښتنه وکړه

بیا یې لور وزېږو له؟

۳۰\۶\۱۳۸۷

 

 

دوه مخي

 

له آیینې نه هېڅ ګیله نلرم

پرېږده دوه مخې وي دروغ ووایي

د هغه کس دروغ زغملای نشم

چې مې د زړه دنیا کې

د باور خښتو نه

هغه ته یوه دنیا جوړه کړه

نازک بدن او خپل پاک روح مې

د زړه له کومې ورته وبښلو

زما وجود نه یې خپل خوند واخیسته

وفا یې زما مخکې په کلکو مزو وتړله

خو بیا یې نورو ته بې شرمه او ناپاکه ښځه وپېژندم

۲۹\۹\۱۳۸۷

 

لېونیه !

څنګه دې پوه کړم

زه دا مینه د خپل زړه تا ته ویلاي نه شم

دا دواړې سترګې لټوي ستا سترګې

خو زه له ډېره شرمه

سم در کتلای نه شم

چې دې د زړه په احساس پوهه شمه

د تا زړګي ته لار موندلای نه شم

مه خپه کېږه له ما

که ته خپه شې رانه

زه دا زغملای نه شم

ته به خبر یې که نه

زه خو خپلواکه نه یم

زه د یو ګوډ په نوم یم

زه لاماشومه وم

چې دوی رانه دا حق واخیستو

اوس یې له چا نه زه غوښتلای نه شم

د مینې نوم مې تش په زړه راوړلای نه شم

په دې وطن کې

زه د نورو مخکې

د خپل مین نوم اخیستلای نه شم

زه اوس مجبوره یم ما وبښه خو

نظر دې زما له سترګو مه اړوه

زه خو خپلواکه نه یم

زه دیو ګوډ په نوم یم

۲۹\۵\۱۳۸۶

نفرت

له لرې لرې مینه ما سره په مینه کوې

او که دې څنګ ته درشم

ما نه نفرت کوې او لرې تښتې

نو ته هغه یې چې خپل یارته وایي :

هلته لېوه دی لرې مه ځه !

څنګ ته مې مه راځه نفرت در نه کوم

۲۳\۱۲\۱۳۸۶

حق

که ته هغې ته چې د خپل قانوني حق څخه دفاع کوي

بې شرمه وایې

نو پام دې وي چې ته پخپله بې قانونه حق غوښتنه کوې

نو ستا اصلي نوم، څه درته کېږدو؟

۱۵\۱۲\۱۳۸۶

 

ځان غوښتنه

که یوه ښځه د خپل زړه د حال ویلو ته جرات پیدا کړي

نور نارینه پخپله خور او مور زور اچوي

او آن ښوونځي ته یې هم نه پرېږدي چې درس ووایي

که دوی پخپله خور بندیز لګوي

نو ولې مور ته وایي :

مورې !

زه بېسواده نجلۍ نه کومه

۱۵\۱۲\۱۳۸۶

روژه ماتی

ته خو دا وایې چې دنیا کې زه یم

تا خو پرټولو باندې

کنایي نوم کېښوده

د مور و پلار غوښتنه

تا خو په کلکه رد کړه

او ډېر دې وخندل پرهر یو انتخاب د هغوی

اوتا چې کله زه پر بام ولیدم

ډېره دې خوښه شومه

او مور و پلار باندې دې

بې حده زور واچاوه

چې هر رقم چې کېږي

په هر قیمت چې کېږي

تاته کوژده وکړي ما

ای کوتاه فکره !

ته خو حاضر یې چې زما لپاره ځان قربان کړې

که زه پر باندې روژه ماته کړم

۱۷\۶\۱۳۸۷

 

 


                                                                                                           ( ش . ل ) 



 ش.ل  عبد الهادي خان لور د میدان وردک  ولایت په چک ولسوالۍ کې په یوه عالمه کورنۍ کې زېږېدلې ده .زده کړې یې په خصوصي توګه د خپل تره له ښځې، پلار او تره څخه کړې دي. په ۱۳۵۶ کال یې له کورنۍ سره هجرت کړی چې لا تراوسه هم هلته د مساپرۍ شپې سبا کوي.  مېرمن) ش، ل (د ۱۳۵۷ کال له غمیزو وروسته د نورو افغانانو په څېر ځورېدلې او دردېدلې ده او په شعرونو کې یې هم د ولس او خلکو چیغې او کوکارې دي، د زړه بړاس او غم یې په شعرونو کم کړی ځکه خو یې شعرونه نه له ګل سره غږېږي او نه هم له بلبل سره. دا وایي د خوښۍ شعرونه به هغه وخت ووایم چې زړه مې خوشاله وي او زړه به مې هغه وخت خوشاله وي چې په ولس او خلکو کې مې جنګ، زورزیاتی، مرګ او وژنه نه وي. د مېرمن (ش، ل( ګڼ شعرونه په ګودر، ګندهارا، افغانستان ګوربت او ځینو نورو خپرونو کې چاپ شوي دي او د شعرونو یوه ټولکه یې چاپ ته تیاره ده.

د شعرونو نمونې :

 

پرېوتو

له سینې زړه زما په څه پرېوتو

ستا د کړو وړو په تماشه پرېوتو

چې قبوله قرباني شوه رب ته

ذبیح الله مخ په قبله پرېوتو

چې په کرکټ کې سنچرې جوړې کړې

محمد یوسف بیا په سجده پرېوتو

چې له سجدې نه یې انکار وکړلو

شیطان ته ګوره شرمنده پرېوتو

چې به حجاجو تبرک ترې راوړ

ښکلی نقاب بیا په کعبه پرېوتو

د حجاب دا لوی فضیلت وګوره

چې پس له مرګه په لېمه پرېوتو

په صداقت کې مینه وکړه آشنا

فرهاد ته ګوره په تېشه پرېوتو

د روس ناورین لا ختم شوی نه و

چې بیا ناورین د امریکه پرېوتو

شام او ایران ته خدای خیر پېښ کړي

عراق لوخړه او ایره پرېوتو

د فلسطین محشر خو نه ختمېږي

عمر یې ګوره په لړزه پرېوتو

په لبنان هم څه نا کردې تېرېږي

د ناکردو په سلسله پرېوتو

مېرمن (ش، لام) وایي دا لوی مصیبت

اوس په خیبر او تاتره پرېوتو

 

خیبر ویده دی

 

ځمکې احتیاط کړه په سینه کې دې خیبر ویده دی

یو نازولی د زړه سر دې په بستر ویده دی

یاد یې له ما سره په زړه کې تیندکونه وهي

هغه زړور، ښکلی هوښیار دې اوس په در ویده دی

ځمکې د مور له غېږې نرمه شه جانان مې ښکل کړه

یونازک ګل، له باغ درغلی، بې خبر ویده دی

چې د ژوندون خوږو ترخوته پاتې نه شو لاړو

هغه نازک، ترګل ښایسته لوړ مازدیګر ویده دی

کله به پاڅي چې د زړه غوښې کباب ورکړمه

ښایسته جانان چې رانه تللی په نهر ویده دی

کاشکې د ځمکې خړې خاورې مې دائم خوراک شي

چې مې دسترګو تور، خفه له کور بهر ویده دی

 

 


 


                                                                                                           ښکلا پکتیاواله



ښکلا پکتیاواله په ۱۳۷۰ ل کال کې د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. ښکلا له ۱۳۸۶ کال څخه شعرونه وایي، او د شعرونو یوه ټولګه یې چاپ ته چمتو ده، ښکلا پکتیاوالې رسمي زده کړې نه دي کړې، پخپل کور کې د موجودو کتابونو او مجلو له مخې یې لیک لوست زده کړی دی، ښکلا خاص استعداد لري. ښکلا د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر په اوونیزو غونډو کې د ټیلیفون له لارې ګډون کوي او د ټیلیفون پر کرښه خپل خواږه شعرونه په کابل کې د مېرمن بهیر ګډونوالو ته اوروي که همداسي خپلو ادبي هلو ځلو ته دوام ورکړي دهېواد د لومړی کتار په شاعرانو کې به خپل ځای ډېر ژرویني .

دا هم د اغلې ښکلا د شعر نمونه :

 

د ژوند هېندارې ته تصویر د جانان نه ښکاروم

هسې نه ماته شي

طاقت د دومره ډېرې ښکلا

په دې ناتوان زرین زړګي

ځای پکې نه د ښکارېدو وینمه

اوس مې دا زړه راته تربور ښکارېږي

اوس راته ستا په سر پېغور جوړوي

نو ما خو ځان تاته درکړی نه و

زړه مې دا ستا زړګي کې څه لټول

پکې یې ځای د اوسېدنې نه و

نو اوس د دې ما همیشه نه ژړوي

نو ددې دا ستا د نامې توري هېر کړي

بیا مې دې ژبه دې ته نه جوړوي

 

درد

لاس به کړم پړمخې تا نه یادوم

هسې نه زړه مې د درد څړیکه وکړي

درد کې ښېرا په ژبه تل ملګرې

ستا درد زما دی نو ولې ګرانه

دې خپل وجود ته درد لا نور جوړ کړمه !!!

 

غزل

 

مینه یمه ژوند یمه او زه یمه

ستا یمه ستا روح یم ستا نامه یمه

 

څو به مې له ژوند امتحان اخلې

ووایه جانان چې دې نه یمه

 

ستا د لېونۍ مینې په دښته کې

زړه یمه نا زړه یمه په څه یمه

 

مه راځه وجود ته مې د روح غوندې

جوړه لا د ژوند نوم یې ته

 

جوړه لا د ژوند غیږې ته نه یمه

لمر یې ته رڼا یې د ژوند نوم یې ته

ستوری یم سپوږمۍ یم توره شپه یمه

 

داوښکو تار

ما د اوښکو تار جوړ کړی د جانان د نظر ستن ته

ما سجدو کې هم یاد کړی د ایمان د نظر ستن ته

 

موږ ړانده به وو، په سترګو د جانان نظر که نه وای

خدای هرڅه دي رالېږلي لمر آسمان د نظر ستن ته

 

سپوږمۍ غلې غلې درومي  تندریز آواز پرې شوی

بیا لاسونه لپه کړي مسلمان د نظر ستن ته

 

لېونۍ درخانۍ بیا د چا ټپو ته یا قربان کړي

بیا رباب ګوتو ته جوړ کړ آدم خان د نظر ستن ته

 

جوړ امېل د غزلو کړي په ورښمین ټال د خیالونو

توري ټول سره راټول کړي شاعران د نظر ستن ته

غزل

 

هر وخت مې توبو ته په توبو کې توبې ماتې کړې

سترګو کې جانانه د شرابو پیالې ماتې کړې

 

راشي انتظاروم یوه شپه مې غېږ کې پرېوزي

بیا مې ارمان را ټولې شوې ګیلې ماتې شوې

 

کېږدي په قسم لاس د سبا نېټه معلومه کړي

بس لکه بنګړي پرونۍ شوې وعدې ماتې کړې

 

چا ته پکې ځای د اوسېدنې بلا ګران کارو

ستا د مخ تصویر مې د زړګي آئین ماتې کړې

 

ستا لکه کافر نظر د سترګو بې ستره کړې

ما ته یې پښتون نظر ته واړه پردې ماتې کړې

 

خیر دی که تیارو یې پلوشې غېږ کې راونغښتې

بیا هم د سپوږمۍ رڼا د ژوند تورې شپې ماتې کړې

 

غزل

 

خیال راته راوړي د یو چا د غمو توري دي

بیا د تیارو غېږ کې د یادونو رڼا ستوري دي

 

حسن ته لیکل خدایه ګناه نده غزل مه لیکه

یار مې که ستایلی دی ستایلي مې ستا حوري دي

 

نن د زړګي هېنداره کې ځان ولیده

بیا د نظر ستنې ولاړې ستا په لوري دي

 

دلته راته پاتې بې عزته عزتي نشته

دلته په عزت ولاړې واړه میندې بوري دي

واک رانه اخستی دی کمزورو په لاسونو کې

خدایه زورورو راوستلي ټول کمزوري دي

 

شته د هر مرض دوا مینو ته خدای دا ثواب

وکړه که سپوږمۍ رڼا خو شته د دیوال سیوري دي

 

غزل

 

ژوند مې لکه ځګ په سر اوبه راوړي

داسې مې نظر ته څوک لېمه راوړي

 

بیا مې نن د خیال کوترې والوتې

بیا به سوله ایز له چا نه څه راوړي

 

اوس مې هم د زړه اسمان کې ستوري دي

اوس جانان له کومې خوا تیاره راوړي

 

ما هم د نظر ستنه ورکړې ده

څوک راته په تار تورې ټپه راوړي

 

څوک چې چاته راز د زړګي سپین وایي

بیا د دې زبانه ائینه راوړي

 

ستوري یې اخواکې و نارې یې کړې

دا سپوږمۍ دا یوار سپینه خوله راوړي

 

یادونه

 

ستا یادونه لکه سیوری راسره وي

شپه تیاره وي خو ټول ستوري را سره وي

 

دغه ځل الهام مې دومره اوچت نه وي

خو د چا د مینې توري را سره وي

چې د چا د سترګو جنګ کې ماتې وخورم

زړه ور وم خو کمزوري را سره وي

 

زه چې ستایم په غزلو د چا مینه

ښاپېرۍ د اشنا حوري را سره وي

 

ستا د خیال رمې د شنو ورشو په تمه

د نظر غره کې مې ښوري راسره وي

 

 


                                                                                                          عارفه بهارت 



عارفه بهارت په کابل ښار کې په یوې درنې او روښان اندې کورنۍ کې دنیا ته راغلې او د ژورنالېزم په برخه کې یې تحصیل کړی دی. او په راډیو تلوېزیون او مطبوعاتو کې د کارتجربه لري. ۱۳ کاله د کابل ټایمز په ورځپاڼه کې د فرهنګ د برخې مسؤله وه. د هجرت سختې شپې او ورځې یې پاکستان کې تېرې کړې او په دې ترڅ کې یې د بي بي سي له راډیو سره کار پیل کړ او ډېره موده ددې راډیو په تعلیمي برخې کې د لیکوالې او جوړونکې په توګه په کار بوخته وه او لاهم د همدې راډیو په خبري برخې کې د ژورنالېستې په توګه دنده تر سره کوي، هغې په دري او پښتو ژبو کې شعرونه ویلي دي او دوه شعري ټولکې یې چاپ شوي هم دي .

دا هم د اغلې بهارت د شعر نمونه:

 

خاطره

 

ما ته هغه شپه را په یاده شوه اوس

ته زما کور کې یو مېلمه شانتې وې

زما په زړه کې د غنچو نڅا دې ولیدله

زما د اوښکو په دریاب لمبا دې ولیدله

ما درته وغوړاوه خپل د صداقت دسترخوان

 

تا ډوډۍ وڅکله

 

کله د ستړي او ستومانه شپانه

سر دې پر ځمکه کېښود او بیا ویده نشولې ته

خو چې سهار راپاڅېدم بیا رانه تللی وې ته

او د توشک لاندې دې ډېرې روپۍ ایښې راته

زه درنه ښه خپه شوم

تا دا زما د صداقت او بې ریا دسترخوان

او د اخلاص کټورانه په بیه وکړه

ته مې بیا ونه لیدې

خو له هغې ورځې تر اوسه پورې

زه درنه ډېره ځورېدلې یمه

 

 

ته به جانان شې زما؟

 

زما په روح کې یو ګداز پروت دی

زما په زړه کې سوی ساز پروت دی

زما په سترګو کې دریاب د غمو

زما په اوښکو کې یو راز پروت دی

ته به جانان شې زما؟

ستا دغه مینه به دنیا شي ماته

ستا دغه غېږه به پناه شي ماته

دا ستا د دوو سترګو دریاب کې یاره

د دنیا ټول غم به فنا شي ماته

ته به جانان شې زما؟

زما په روح کې دا ګداز ګوره

زما په زړه ګې سوی ساز ګوره

زما په سترګو کې غنچې د غمو

زما په اوښکو کې دا راز ګوره

ته به جانان شې زما؟

راځینې مه پوښته دنیا مې څه ده

ویښه مې څه ده خوب رویا مې څه ده

بس دا ستم ګڼه د مینې یاره

نور مې نو مه پوښته ژړا مې څه ده

ته به جانان شې زما؟

تا مې دزړه ولولې ولیدلې

تا مې د اوښکو چینې ولیدلې

په کې دا ستا مینه موسیږي راته

تا په بهار کې غنچې ولیدلې

ته به جانان شې زما؟

زه د دنیا او د غمونه دردېدلې یمه

په مینه مینه کې له خلکو ځورېدلې یمه

تا به راواخلمه دنیا نه او وحشي به دې کړم

جانانه نور نو سړیتوب نه ځورېدلې یمه

ته به جانان شې زما؟

خطبه دا ستا د خوږې مینې وایم

زه د دردونو پر منبر ولاړه

د غرونو ګل یې خو په غېږ کې زما

زه دې پرسر لکه د لمر ولاړه

ته به جانان شې زما؟

راځه چې ولاړ شو د سپوژمۍ  تر کلي

تر لرې لرې به مزل ووهو

د ژوند په تار کې به نغمې راولو

دواړه به ګوتې پر غزل ووهو

وایه سفر کې په دې لاره به ته مل شې زما

اغزنه لاره ده جانانه پل په پل شې زما

زما دنیا وحشي ویرانه د دردونه ډکه

په دې زخمي دنیا به وایه یاره مل شې زما؟

ته به جانان شې زما؟

ته به جانان شې زما؟

 

 


                                                                                                          عارفه نورګلۍ 



عارفه نورګلۍ د مرحوم ډګروال انورالحق لور په ۱۳۴۰ ل کال کې د کونړ ولایت د نورګل په ولسوالۍ کې په یوه روښان فکره کورنۍ کې زېږېدلې ده. لومړنۍ زده کړې ېې د بي بي مهرو په منځني ښوونځي کې سرته رسولې دي او پاتې زده کړې ېې د کورنیو ستونزو له امله نه دي ترسره کړي .

دا هم د اغلې د شعرونو نمونه :

 

غزل

 

زه که د جانان سره پخلا شمه

بیا به ټول جهان سره پخلا شمه

زړه مې مرور جانان خوړلی دی

کوم څپې ګرېوان سره پخلا شمه

ځکه یې نخرې نن د ځوانۍ منم

ستا نوي ارمان سره پخلا شمه

جوړې د دردنو قافلې شولې

دې روان کاروان سره پخلا شمه

ستا به د ښایست ګلونه چېرته وي

نوي ګلستان سره پخلا شمه

څو به نورګلۍ ورته جدا ګرځي؟

تا جنت نشان سره پخلا شمه

 

غونچه پښتنه

 

زه چې ناسته شپه او ورځ یمه په کور کې

د څلورو دېوالونو په بند کور کې

نه څه وینم نه څه اورم نه څه وایم

یم ړنده، کڼه، ګونګۍ سوځم په اور کې

پر ما باندې تش چوپړ وهي دا خلک

نورمې هېڅ نه ږغوي په کرو کورکې

دوی اخستی دی زما تقدیر په لاس کې

ما دوښمن ته ورکوي د مړه په پور کې

زه بیا هم په پټه خوله یم د غم څلی

ړنګ مې نه شو د درنښت او د زغم څلی

زه له تا سره وهم تیاره مزلونه

ته ګڼې ډک به پېغوره زما سیوری

ولې زه د دغه خدای بندګۍ نه یم

زه چې مور شم درکوم د دعا سیوری

زه دې خور یم شفقت را باندې وکړه

پرما ولې لوروې د بلا سیوری

مونږ بچي یو د ادم او حوا دواړه

ستا وجود دې یي له ما د خلا سیوري

ټیټ ګڼې وروره! د برم څلی

ړنګ مې نشو د درنښت او دغم څلي

 

ښځه

 

هره ښځه یوه مور ده

د اولاد د سترګو تور ده

ده دنیا په دې ودانه

د چا خور ده د چا مور ده

راز د مینې په کې پروت دی

منل شوې په هر لور ده

هر څه ګوري عاطفه کې

ډیوه بله د هر کور ده

سختو تنګو ته ولاړه

با همته په خپل زور ده

دا د مینې ژوندون غواړي

انساني ژوند ته ټکور ده

هر څه ګوري په تړون کې

له نفاقه سوې سکور ده

د حیا سره تړلې

په ریښتیا د سپوږمۍ خور ده

نورګلۍ ورته سلام کړي

ټوله مینه د ژوند شور ده

 

 

 


                                                                                                          عالیه وردک



عالیه وردک د عبدالباقي لور په ۱۳۶۵ کال میدان وردک ولایت چک ولسوالۍ په یوه فرهنګي او روڼ اندې کورنۍ کې زیږدلې ده. که څه هم ددې د زوکړې په سیمه کې د نجونو ښوونځي نه و خو د خپلو مشرانو په مرسته او لارښونه یې بیا هم خپله لار موندلې او په خپل کور کې له خپلې نیا اونیکه څخه مذهبي، ادبي، تاریخي اوځینې نور کتابونه لوستلي، اوس هم د بېلابېلو کتابونو ژوره مطالعه لري اوخپلو همزلو کلیوالو نجونو ته د پښتو کتابونو له تدریس سره سره لومړنیو مرستو د رسولو لارې چارې هم ښودلې .عالیه وردګ له ماشومتوب څخه له شعر ویلو سره مینه لري، ګڼ چاپ او ناچاپ شعرونه یې شته د ګوربت او ګودر مجلو په بېلابېلو ګڼو کې یې ګڼ شعرونه راغلي دي، عالیه وردک لنډې کیسې هم لیکي چې هغه هم ګوربت او ګودر مجلو کې چاپ شوې دي. شعر یې خوږ او رسا دی خو تر شعر یې بیا نثر او کیسې ډېرې ښې او ښایسته انځورونه پکې نغښتي او د شعرونو غونډ یې چاپ ته تیارې دي .

دا هم د اغلې عالیې د شعر نمونه :

 

غزل

 

وطن زما ټول وران دی هر سهر وهم سلګۍ

شپه او ورځ سلګۍ او مازیګر وهم سلګۍ

 

خوشاله دي ټول خلک رنګارنګ جامې اغوندي

زه ګرځم سرګردانه په هر در وهم سلګۍ

 

چې بیا دې په ځولۍ کې موږ ته څه راوړل اختره

دې خپل صیب ته ژاړم سر په سر وهم سلګۍ

 

چې ټول کلي ته ګورمه خاموشه یې فضا ده

دا څه په موږ تېرېږي لر او بر وهم سلګۍ

 

دلته خو په غمونه او دردونه په دلو دي

خوښۍ پسې لالهانده در په در وهم سلګۍ

 

 


                                                                                                           فرحناز  رحماني



فرحناز رحماني د غلام فاروق لور په ۱۹۹۱ م  کال په کابل ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي دي او په ۱۹۹۷ م  کال یې خپلې زده کړې د کونړ ولایت د بي بي عایشې (رض) په لومړني ښوونځي کې پیل کړې .او د طالبانو د رژیم د ړنګېدو وروسته په ۲۰۰۱ م  کال کې بېرته کابل ته راستنه او خپلو پاتو زده کړو په خاطر د کابل د نسوان وحدت په عالي لېسه کې شامله شوه او شعر ویل یې د لسم ټولګي څخه پیل کړي دي .

دا یې د شعر بیلګه :

 

پښتنه

لور یم د افغان لوړ غیرت د زمانې لرم

تللو راته پرېښی دی عزت د زرغونې لرم

غرونو کې جنګېږم ملالۍ پشان بیرق لاس کې

وایم نړیوالو ته همت د رابعې لرم

لاس کې مې ده توره خپل عزت او ننګ پرې ساتمه

دلته ځوانان نشته خو د پېغلو ارادې لرم

زه د خپل پښتون د افتخار یوه ټوټه یمه

ځکه پر زړه زه سلطنت د راضیې لرم

 

 

 

فرشته امرخېل

 

اوښکې

 

اوښکې وبهېږه خاموشۍ کې

ګوره غږ چې پورته نه کړې

له بڼو مې رخصتېږه

زما له مخې نه تېرېږه

په ګرېوان کې مې څڅېږه

که د زړه له تل مې الهام اخلې

که رنګ د هم څه سور وي

ګوره سترګې مې سرې نه کړې

دا د یو چا امانت دی

امانت کې محبت دی

محبت کې سلامت دی

محبت کې سلامت دی

 

غزل

 

چې مې له مخه رڼې اوښکې تېرېدلې ګله

نرمې نرمې په ګرېوان مې څڅېدلې ګله

 

هرې دانې یې ترنم راته د مینې کاوه

ته ورته څنګه غونډمنډ نڅېدلې ګله

 

زه په حیرت ستا د خیال او اداګانو کې وم

ته توره شپه کې سپین الماس وې ځلېدلې ګله

 

هغه راز پټ راته غوږو کې وکړه

ته چې د سترو له شاوخوانه تاوېدلې ګله

 

سپوږمۍ تر خوا چې راته راغله راته څه وویل

ته رنګ الوتی له که پاڼه رېږدېدلې ګله

ما د لرګیو له پالنګ نه غلې، غلې کتل

ته لکه شمع په سرو اوښکو ژړېدلې ګله

 

لکه چې پام د امرخېلې په نظر باندې شو

ته په ژړا کې به مسکی شوې خندېدلې ګله

 

 

غزل

 

زما د ژوند هرو شېبو کې ته یې

زما د زړه هرو نغمو کې ته یې

 

کله چې ولاړه شمه رباب بیا د رباب تارونه

د ده رباب هرو تارو کې ته یې

 

په لاس راواخلمه شپېلۍ مایل د خولې په کنج کې

په انعکاس د ده شپېلۍ په آوازو کې ته یې

 

کله چې ولاړه شم د ګلو په بازار ګډه شم

د ده ګلو په پاڼو خوشبو عطرو کې ته یې

 

هر مازدیګر بلبله ناسته وي کې وایې

ګرانه آشنا زما د مینې غزلو کې ته یې

 

 

 

غزل

 

نن د ژوند بېړۍ کې یو هجران دی بل هم زه یم

رهې یم پدې لار کې یو فغان دی بل هم زه یم

 

روانې رڼې اوښکې مې د ژوند بېړۍ کړي ډوبه

را څاڅي په ګرېوان کې یو باران دی بل هم زه یم

 

رنګونه مو چې ژېړ دي دا موسم دی بدل شوی

فلک په دروازه کې یو خزان دی بل هم زه یم

 

د بې سترې تخمونه راغلل پخواني تخمونه چیرې

هک پک پدې چرتو کې یو دهقان دی بل هم زه یم

 

امرخېلې څه شول د کلي دود، دستور چې ماشومتوب کې دې لیدل

اوس مې په ځوانۍ کې یو داستان دی بل هم زه یم

 

 


 

                                                                                                          فضیله مروت 



فضیله مروت د کونړ ولایت د اسد اباد اوسېدونکې ده چې په ۱۳۸۵ ل کال د بي بي فاطمې له ښوونځي څخه په لومړۍ درجه فارغه شوې ده او بیا په شپږ اتیایم کال په همدغه ښوونځي کې د ریاضیاتو د ښوونکې په توګه ګومارل شوې ده، نوموړې په همدې کال د کانکور آزموینه ورکړه چې د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنتون ته بریالۍ شوه، چې اوس په کې په درس بوخته ده، نوموړې وایي چې یو ځل ورته د کوریا او بیا ورته د اسټرلیا دوه تحصیلي بورسونه هم راغلي دي چې د پښتني دودونو له وجې ترې پاتې شوي دي .

له شعر لیکلو سره یې له وړکوالي مینه درلوده، چې په ۱۳۸۳ کال یې د آزادۍ تر سرلیک لاندې یو شعر ولیکه چې د خپل مور پلار او د ښوونځي له استادانو او ټولګیوالو له خوا ډېر وهڅول شوه، چې اوس یې نېږدې دوه سوه شعرونه لیکلي دي، خو اغلې مروت وایي چې لا یې هم شعرخام دی، او نه غواړي چې د ټولګې بڼه ورکړي. اغلې مروت وایي چې په شاعرانو کې د خوشحال بابا، حمزه بابا، رحمان بابا، دروېش دراني او رحمت شاه سایل شعرونه ډېر لولم او خوښېږي مې، او په سندرغاړو کې مې د هارون پاچا، رفیق شینواري غږونه ځکه خوښ دي چې د نوموړو شاعرانو شعرونه یې ویلي دي .اغلې مروت د شعر لیکلو تر څنګ ځینې لاسي کارونه لکه، خیاطي او قالینبافۍ کې هم پوره لاس لري.

دا هم د اغلې مروت د شعر نمونه :

 

غزل

 

زموږ په سر به وي ترڅو لاسونه

دا د وحشت د تورو شپو لاسونه

 

غواړي چې پاک یې کړي زموږ په لمن

په وینو سره دي د هغو لاسونه

 

مړاوی ګلشن راڅخه وینه غواړي

زړه کې مې ښخ دي اغزو لاسونه

 

په مظلومانو مې جګ کړي نه دي

نه مو ښکل کړي د پردو لاسونه

لاخو لوګی خېژي له سوو زړونو

څه به ښایسته کړم په بنګړو لاسونه

 

د خیال ګلونه راته راوړه مروت

رانه چاپېر کړه د وږمو لاسونه

 

 


                                                                                                           کامله طاهر



کامله طاهر زرلښته په کال ۱۳۵۷ ل کال د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مسته خېلو په یوه روڼ انده او متمدنه کورنۍ کې زېږېدلې. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د کابل د زلیخا په ښوونځي او بیا د مریم له لېسې فارغه شوې ده. د هېواد د کړکېچنو حالاتو له اغلې کاملې څخه د زده کړو ټوکېدونکی ګل ورژاوه اوهجرت ته اړه کړه. اغلې کامله طاهر زرلښته له یولس کلونو راهیسې په هالنډ کې اوسېږي، د ژوند د نورو مصرفیتونو سره فرهنګي چارې هم پر مخ بیایي.اغلې کامله طاهر زرلښته د ښه شعر لیکلو سربېره د شعر دکلیمه هم ډېره ښه کوي، چې د ځینو تلویزیونو سره د شعر دکلمې په برخه کې همکاري هم لري. او همدارنګه د تمثیل په برخه کې یې تاند قدمونه اېښي چې په راتلونکي کې به افغان فلم د نړۍ یوه ځلانده ممثله هم شي .

داهم داغلې طاهر دشعر نمونه :

 

غزل

 

لکه چې مانه څه خطا شوې ده

ځکه دې بل لوري ته خوا شوې ده

په پخوانۍ سترګو اوس نه راګورې

دا دې په سترګو څه بلا شوې ده

ما کړو قربان ځان د وفا لاره کې

ما سره ټول عمر جفا شویده

ته هم اوس زړه د خپل جانان ځوروې

خدای ږو رقیب سره دې سلا شوې ده

بیا دې مخ پټ کړو په حجاب کې ځکه

ګرانه ګراني چې نن سبا شوې ده

نادانې کېنه چرګ بانګی خو نه دی

او نه خو چغه د ملا شوې ده

زه لکه سیوری درپسې چې ګرځم

زما ګوګل نه د زړه غلا شوې ده

چې دې پرهېز د خپل دیدن نه کړمه

کومه ګیله دې زړه کې بیا شوې ده

لاخو ماشوم یم ستا په مینه کې زه

په ما روژه کله رواشوې ده

ستا د ښایست بلې ډیوې دي ځکه

دې توره شپه کې چې رڼا شوې ده

لیکم شعرونه په خوږه ژبه کې

پښتو سره مینه چې زما شوې ده

ستا د هجران طاقت خو زه نه لرم

د وصال تمه مې اشنا شوې ده

 

 

غزل

 

په مینه کې اشنا د سترګوجنګ مزه کوي

د مینې یار په خوا کې څنګ په څنګ مزه کوي

 

بې ننګه بې پښتو ژوند نه مرګ ښه وي

ژوندون سره خو ګوره نام و ننګ مزه کوي

 

کله هم رقیب ته موسکی نه شي

دښمن ته خو اشنا خوی د پلنګ مزه کوي

 

زاهده نصیحت بې هوده مکړه خبر نه یې

میکده کې خو بس غږ د نی او چنګ مزه کوي

 

واوره ای رقیبه ترکاڼي د بېزو کار نه دی

کچکول خو بس په غاړه د ملنګ مزه کوي

 

مېړانه دې ښودلې غلیمانو ته په توره ده

میدان کې د پښتون د تورې شرنګ مزه کوي

 

 

 

غزل

 

په مینه دې چې ما ته راکتلي دي

کله مې زړګي څخه وتلي دي

یاره ولې بیا دې شونډې کښلي دي

تا چې څه ویلي ما منلي دي

چا لیدلې چېرته په هجران کې دي

ستا چې په دښمن به دې پېرزو نه شي

ما چې ستا په مینه کې زغملي دي

لوند ګرېوان مې ګورې وایې دا ولې؟

زړه مې چې په تا پسې ژړلي دي

مینه دې امبار د ستمونو ده

ما ورته خېمې د غم تړلي دي

ورکه مې خندا شوه د قسمت څخه

کله نه چې تا راته خندلي دي

اوس خو شه پخلا د (کاملې) سره

اوښکې مې جرګې درته راغلي دي

 

 

 


                                                                                                          لطیفه وردک



لطیفه وردک  د عبدالوهاب لور د عبدالروف لمسۍ په ۱۳۵۲ کال د بغلان ولایت د جر خشک په کلي کې یوه روښانه کورنۍ کې سترګې وغړولې.

نوموړي په خپله پېژندنه کې لیکلي:

 «خپلې ابتدایي زده کړې مې تر دولسم ټولګي پورې د بګرام هوایي ډګر په لېسه کې په کال۱۳۶۹ سرته ورسولې. په کال ۱۳۷۳ د مزارشریف په فردوسي لېسه کې د ښوونکې په توګه دنده درلوده. او بیا په ۱۳۸۱ کال کې د سید نور محمد شاه مېنې د نجونو په لېسه کې د ښوونکې دنده واخستله اوپه ۱۳۸۲ کال کې د سید جمال الدین افغان د پښتو څانګې نه فارغه او اوس هم سید نور محمد شاه مېنې د نجونو په لېسه کې د ښوونکې دنده سرته رسوم او د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیرغړیتوب لرم له پخوا مې د شعرونو سره مینه لرله تر هغو چې بریالۍ شوم. او ددې بهیر له خوانه ډېره یې وهځولم تر څو مې شعر ویلوته مخه وکړه.

دا هم د اغلې د شعر بېلګه :

 

اوښکې

 

د سترګو نه مې اوښکې د باران په شان توېږي

ماشوم زړه مې په دې خبره ولې نه پوهېږي

جانان راځینې بېل شو زه یواځې پاتې شومه

نادان جانان مې هېڅ په دې خبره نه پوهېږي

یار مې چې نه پوهېږي ما تا سپارلی خدایه

کله چې پوهېږي زما زړګی ورنه تورېږي

ړندې مې شولې اوښکې دې ګریوان ته مې توېږي

زما جانان د اوښکو په ارزښت کله پوهېږي

 

 

 

 

                                                                                                          مرغلره بابۍ



مرغلره  بابۍ د عبدالرحمن بابي لور او د حاجي غلام حیدر بابي لمسۍ ده په ۱۳۶۳ ل کال د کندهار ښار په څلورمه ناحیه په یوه درنه روڼ انده او دینداره کورنۍ کې زېږېدلې ده. له دولسم ټولګي پورې یې زده کړې یې د زرغونې انا عالي لېسې کې کړي دي .مرغلره بابۍ د یوه داسې منور خاندان د کاله څراغ ده چې ستر څښتن تعالی یې د هر چا نه په برخه کوي، له نیکه رانیولې، تر پلار، کاکا ګانو، وروڼو او خویندو پورې یې د کورنۍ ټول غړي د پوهې په ګاڼه پسوللي دي. نوموړې خپله هم د ښه استعداد او وړتیا څښتنه او هڅانده مېرمن ده، خو خدای (ج) بیا خپلې کورنۍ تر اکثره برخې پر دې زیاته لورینه کړې دا ځکه چې د شعر لیکلو روانه او څپانده طبعه یې ور ډالۍ کړې ده .د اغلې بابۍ شعر د دې د هغه دروني سوځند او خوږمن احساس تر ټولو ښه هېنداره او نماینده دی، کوم چې ددې هېواد د هر رښتیني زوی په سینه کې د یوې څړیکې په دود غځونې کوي .زموږ ددې تاندې اغلې شاعرې شعر لکه څنګه چې ښایي د لطیفو او سپېڅلو ښځینه جذباتو د ځلولو یو غوره مظهر دی، دا لږ لیکي خو بد یې نه لیکي، لږ سوچ وهي خو پرځای یې وهي، لږ الهام مني مګر ښه یې مني او لنډ بیان کوي لېکن عجیب یې کوي .دا چې ډېر ځله خار د ګل تر څنګ لټول کېږي همداسې د دې اغلې شاعري هم ځای ځای داسې لوړې ژورې لري چې باید صیقل شي او زه هیله من یم چې دا به په راتلونکي کې د خپل استعداد او شعري لوري ته د ځانګړې پاملرنې په مټ وتوانېږي چې زموږ د غریبې پښتني ټولنې یوه نمونه ښځینه شاعره شي او د مونثي پښتو شاعرۍ کړۍ نوره هم پراخه کړي .

 

 

څلوریزه

 

بلبلان په مسېدو دي

ګلان ټول په غوړېدو دي

لاله فرش سپېره بېدیا کړه

ورېځې هم په اورېدو دي

 

ټپي زړګی

 

ټپي زړګی مې د کتلو نه دی

پوښتئ یې مه د جوړېدلو نه دی

 

د ارزو ډکه دا د هیلو دنیا

نور یې و زغم ته دي نو پاته څه بیا

 

نه یې کتلي نه لیدلي دي څه

نه یې و ګوتو ته لوېدلي دي څه

 

نو ځکه دا زړه د کتلو نه دی

بابۍ! هغه د رغېدلو نه دی

 

 

مژګان

 

غزل

 

څومره مزه چې په کارونو کې ده

کړي یې وجود وس په لاسونو کې ده

د ژوند داستان مې بې مزه شو راته

چې کله هېر، کله یادونو کې ده

زه چې د ژوند ترخه کیسه لیکمه

دا هسک همت په قلمونو کې ده

زه خو دا وایمه خپل ځان سره تل

د غم ټاټوبی خو په زړونو کې ده

چې راته یا دشي د ژوند تورې تیارې

بیا مې تصل په دې بیتونو کې ده

څه له لېمو مې رابهېږي اوښکې

لکه باران په آسمانونو کې ده

له ډېرغمو مې اوس ټپي شو زړګی

ځکه مې درد په پرهارونو کې ده

که مو پکار وي د (مژګان) غزلې

په پاڼې، پانې کتابونو کې ده

 

)د سپوږمۍ کلی- سپوږمۍ نوري)