هجرت الله اختيار
د فعالیت سیمه:: پښتو ادبیات
ښاغلی اختیار روښانفکره شاعرو لیکوال دی، چې علم او ادب ته یې د زړه له کومې کار کړی او د ځوانۍ عمر یې لا هم د علم په زده کړه او د ادب په پالنه کې تېریږي.
اختیار د وطن مینه، د افغان ولس دردونه او ناخوالې، روماني حالتونه، دودونه او مېړانې په ژور فکر او لوړو خیالونو په خپلو شعرونو او نثري لیکنو کې انځور کړي دي. دده شعر د مینې او دردونو یو خوږ امتزاج دی، چې یوازې پرې دی خپل دردونه نه ټکوروي، بلکې د خپلو خورو ورو لوستونکو د زخمي زړونو ساندو او څانګو ته هم د معنوي درملو په توګه کار کوي.
اختیار په بېلابېلو نړۍ والو پوهنتونونو کې زده کړې کړي، مختلفو هېوادونو ته یې علمي سفرونه کړي او د نړۍ ګڼ کولتورونه یې لیدلي، په دې توګه دده په هنري او ادبي زېږندویۍ کې د نړۍ د ګڼو کولتورونو خواږه ګډ دي او چې کله وطن ورپه یاد شي، نو بیا یې اسویلي ناکراره روح ولړزوي او د وطن د مینې ترانې یې یا د شعر برخه شي، یا د ادبي او هنري نثر.
استاد اختیار په ننګرهار پوهنتون کې سلګونه ځوانان د وطن د خدمت او پرمختګ په نیت روزلي، چې ورسره یې بېلابېلې اداري دندې هم کړي، چې دده په وجود کې یې مهرباني او انسانپالنه لا ډېره ټوکولې او روزلې ده.
دی په شخصي ژوندانه کې هم د مینې او معنا تمثیل دی، چې په وطن کې وو، ملګري پرې راټول وو او د ځوان افغان نسل د علمي پرمختګ لپاره یې هرکله قلم په لاس او د خدمت ممثل و.
ده خپله پېژندنه په ډېر ښه تفصیل لیکلې، دلته به یې کټ مټ راواخلو:
«زه هجرت الله اختيار نومېږم، د عبدالمنان زوى يم، د ۱۹۸۴ز کال د فرورۍ پر ۱۰مه نېټه د پښتونخوا د کورمې ایجنسۍ په سره پله نومي د افغان کډوالو په کيمپ کې زېږېدلى يم. په قام خروټی یم، اصلي استوګنځی مې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د نظراباد کلی دی، خو دا مهال د متحده ایالاتو د واشنګټن ایالت په آبرن نومي ښار کې استوګن یم.
لومړنۍ زده کړې مې د خیبر پښتونخوا په هريپور کيمپ کې پيل کړې او په ١٣٨٢ل کال په همدغه کيمپ کې له ابى ايوب انصاري لېسې څخه فارغ شوم. د ښوونځي په لسم ټولګي کې وم چې شاعري او ليکوالي مې پيل کړه، لومړنى کس چې د شعر په اړه يې راته لارښوونې کولې زما ټولګيوال احمد ولي مرور (اوسنى تخلص يې يوسفزى دى) و. وروسته مې بيا د هغه په واسطه له حيات الله وړ صيب سره اشنايي وشوه، د هغه شاعرۍ او مجلسونو مې پر شعر نور هم اغېز وکړ او فکر کوم چې له دې وروسته د شاعرۍ پر لاره وربرابر شوم، وروسته وروسته مې بيا مطالعه پراخه شوه، په ډېرو نورو غونډو کې مې ګډون وکړ او ډېرو نورو شاعرانو سره مې وپېژندل.
په ١٣٨٠ کال کې مو په هريپور کې د خپل استاد حفیظ الله شریف او احمد ولي یوسفزي (هغه مهال مرور) په مشرۍ د پامير ادبي ټولنې په نوم يوه ادبي ټولنه جوړه کړه، يو څو غونډې يې وکړې، بېرته وشړېده، له هغې وروسته په ۱۳۸۲ل کال کې مو له خپلو نورو ملګرو هر یو استاد عبدالله شمشېر (مشهور په مولوي شمشېر)، استاد خان آغا حميدي، سيد علي شاه پاچا، قاري تور خان زاهد، قاري نعمت الله فراست، محمد روز محتاج، شېر آغا سالم او ... سره په ګډه د (اصلاحي ادبي ټولنې) په نوم بله ټولنه جوړه کړه. دې ټولنې تر ډېرو کلونو خپلې غونډې کولې، او د (برخه) په نوم یې څو ګڼې یوه خپرونه هم چاپ کړه. د دې ټولنې د غړيو شاعرانو تذکره د محمد روز محتاج له خوا په () کال کې راټوله او د سعودي د ریاض کولتوري ټولنې له خوا چاپ او خپره شوه. زه په دې دواړو ټولنو کې غړى وم.
په ١٣٨٣ل کال کې مې په کانکور ازموينه کې ګډون وکړ، د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته په ٢٦٣ نومرو بريالى شوم، په ډېره مينه مې پوهنځى پيل کړ، ليليه مې نه درلوده، لومړی څو میاشتې په عزیز خان کڅ کې د خپلې خور په کور کې دېره وم، وروسته مې له هریپور کیمپ څخه د مشر ورور کور هم عزیز خان کڅ ته راغی، زه به پوهنتون ته په سايکل تلم راتلم. په ١٣٨٧ل کال کې مې پوهنځى پاى ته ورسوه، د یاد پوهنځي له اداري او ډيپلوماسۍ څانګې څخه فارغ شوم، په خپل ټولګي کې ١٧مه شمېر وم. خدای شته د پوهنتون درسونو ته مې ډېره توجه نه وه، د پوهنتون په ټوله دوره کې د خپلو خوږو ملګرو بشرمل زرغون او حیات الله وړ (چې دوی دواړه د ادبياتو پوهنځي محصلين وو) په ګډه د استاد فضل ولي ناګار په ادبي حلقه وربرابر شوم، استاد ناګار مې د ادبي مرشد په توګه ومانه، هماغه و چې زما به ډېر وخت د ادبياتو پوهنځي کې تېرېده. په پوهنتون کې به ډېرو فکر کاوه چې زه ادبيات لولم او د ادبياتو محصل یم. تر دې چې یو ځل زموږ د پوهنځي ځینو استادانو په ټوکه راته ويل چې موږ مجبور یوو، تا ادبياتو ته بدل کړو.
د پوهنتون د درسونو تر څنګ مې د څارنوال (اوس مهال مدافع وکيل) ثناګل تره خېل په مشرۍ په عزیز خان کڅ کې د ګل پاچا الفت تعليمي او فرهنګي مرکز جوړ کړ چې دې مرکز به د فرهنګي غونډو تر څنګ د سیمې زده کوونکيو لپاره تعليمي کورسونه هم درلودل او د (ورښت) په نوم یوه مهالنۍ مجله یې هم خپروله. زه د تعلیمي کورسونو یو استاد، د ورښت مجلې مرستيال او د فرهنګي مرکز یو غړی وم.
کله چې د پوهنځي څلورم کال ته لاړم، نو د ميديوتيک په نوم په يو دفتر کې د علمي او فرهنګي چارو د مسوول په حيث له وخته وروسته مقرر شوم، يو کال مې دا دنده ترسره کړه، له پوهنتون څخه چې فارغ شوم، د ميديوتيک دنده مې پرېښوده او په ولسي جرګه کې د اقتصاد کميسيون د اداري مسوول په حيث مقرر شوم، نږدې يو کال مې هغه دنده ترسره کړه، د معاش د کموالي او له کورنۍ څخه د لرېوالي له امله اړ شوم چې پرې يې ږدم او په ننګرهار کې مې د انتخاباتو د شکايتونو په کميسيون کې د حقوقپوه په توګه دنده واخيسته، نږدې اته مياشتې مې هلته کار وکړ، د انتخاباتو له ترسره کېدو سره سم دا دنده هم پاى ته ورسېده، دغه مهال په ١٣٨٩ ل کال کې مې د افغانستان د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې څخه د مدافع وکالت جواز له يوې ازموينې څخه تر تېرېدو وروسته واخيست او له مدافع وکيل ثناګل تره خېل سره مې درې مياشتې په دارالوکاله کې د مدافع وکيل په توګه کار وکړ، له هغې وروسته د پارلماني ټاکنو لپاره د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون کې بيا د ننګرهار ولايت د کميسيون د غړي (کمیشنر) په توګه مقرر شوم، نږدې نهه مياشتې مې دا دنده ترسره کړه او د ټاکنو له ترسره کېدو سره سم چې دا دنده پاى ته ورسېده، نو زه هم سمدستي (د جګړې او سولې د راپور ورکونې انسټيټيوټ يا IWPR) سره د ننګرهار ولايت د سيمه ييز مسوول په توګه مقرر شوم، نوموړې اداره يوه ژورناليسټيکه اداره ده، د ژورناليستانو لپاره روزنيز پروګرامونه پر مخ بيايي او هم په ځينو مهمو موضوعاتو راپورونه برابروي. ما ورسره په دې دواړو برخو کې د ختیځ زون د همغږي کوونکي Coordinator په توګه دنده تر سره کوله. دا دنده مې د ۲۰۱۴ز کال تر ډسمبره روانه وه.
د جګړې او سولې د راپور ورکونې انسټيټوټ سره د کار تر څنګ مې د حقوقي خدمتونو یو دفتر په خپل نوم (اختيار حقوقي خدمتونه) درلود. دې ادارې په حقوقي برخه کې روزنیز پروګرامونه تر سره کول، وړيا حقوقي مرستې او مشورې یې ورکولې او همدارنګه یې د ننګرهار د استیناف محکمې لپاره د (قضاوت) او د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي لپاره د (حق) علمي ژورنال د چاپ،ایډيټ او خپرولو چارې پر مخ وړلې.
په ١٣٩١ل (۲۰۱۲زکال) کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې شپږ نوي بستونه اعلان شول، ما هم اسناد ورکړل او تر ازموينې وروسته بريالى شوم. په دغه پوهنځي کې مې (د سياستپوهنې بنسټونه)، (د نړيوالو اړيکو تاریخ)، (سیاسي ټولنپوهنه) (سیاسي جغرافيه) او یو شمېر نور مضامین تدریسول.
په ۲۰۱۳ ز کال د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د International Visitor Leadership Program (IVLP) پروګرام له لارې مې د درې اوونيو لپاره یو لنډ سفر درلود. په دې سفر کې مې د واشنګټن ډي سي په شمول د متحدو ايالتو درې بېلابېل ايالتونه وليدل. زه د يو مدافع وکيل په توګه د دې پروګرام ګډونوال وم، دا يو علمي سفر و چې وکالت، پوليسو، څارنوالۍ، محاکمو او په عدلي او قضايي برخه کې د امريکا له اړوندو ادارو سره مو مجلسونه درلودل، موږ د خپل هېواد د عدلي او قضايي سيستم او کارونو په اړه هغوى ته معلومات ورکول او هغوى د خپل سيستم په اړه موږ ته، دا پروګرام د نظرياتو او تجربو د شريکولو يو درې اوونيز پروګرام و چې د ټولنیز څار یا Community Policing تر عنوان لاندې تر سره شوه.
په ۲۰۱۵ز کال کې د واشنګټن پوهنتون د حقوقو پوهنځي په بلنه او د افغانستان لپاره د حقوقي زده کړو د ملاتړ پروګرام Legal Education Support Program for Afghanistan (LESPA) په مالي او تخنیکي همکارۍ واشنګټن پوهنتون ته د Visitor Scholar په توګه لاړم. هلته مې درې میاشتې د واشنګټن پوهنتون د انګلیسي ژبې په پروګرام کې انګلیسي ژبه ولوسته او تر څنګ مې یې په نورو معلوماتي او کلتوري پروګرامونو کې هم ګډون درلود. دې پروګرام ته د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي د استاد په حیث تللی وم.
په ۲۰۱۶ز کال کې بيا د واشنګټن پوهنتون د حقوقو پوهنځي په بلنه او د افغانستان لپاره د حقوقي زده کړو د ملاتړ پروګرام Legal Education Support Program for Afghanistan (LESPA) په مالي او تخنیکي همکارۍ د یاد پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د ماسترۍ زده کړو لپاره شامل شوم. ما لومړی درې میاشتې د انګلیسي ژبې پر زده کړه تېرې کړې او بيا مې په باثباته نړیواله پرمختيا کې د یاد پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې خپلې د ماسترۍ زده کړې بشپړې کړې. د ماسترۍ وروستی پایليک مې د (Public Trials and Trial Broadcasting as a Combating Tools for Judicial Corruption in Afghanistan) تر سرلیک لاندې وليکه او د نړیوالو حقوقو د محصلينو د ټولنې International Law Student Association (ILSA) په ژورنال کې خپور شوی دی.
د ماسترۍ پروګرام له بشپړېدو څخه وروسته مې له یاد پوهنتون څخه یو دوه نیمې میاشتنی ایکسټرنشيپ Externship واخیست چې له مخې یې په واشنګټن ډي سي کې کانګریس کتابخانې ته معرفي شوم. په دې دوه نیمو میاشتو کې زه په ډي سي کې د جورج واشنګټن پوهنتون په لیليه کې دېره وم او په کانګریس کتابخانه کې مې د سویلي آسیا څانګې سره د افغانستان د حقوقي څېړونکي په توګه کار کاوه.
د ۲۰۱۷ز کال په اګست کې بېرته افغانستان ته ستون شوم او په ننګرهار پوهنتون کې مې خپلې دندې ته دوام ورکړ.
د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسيون له خوا د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئیس په توګه وګومارل شوم. دا ګومارنه مې په ننګرهار پوهنتون کې د علمي کادر په حفظ سره وه، په دې مانا چې د لوړو زده کړو د قانون له مخې ما باید هره اوونۍ لږ تر لږه څلور ساعته تدریس کړی وای او د ډيپارټمنټ په غونډو مې هم باید ګډون درلود. د ۲۰۲۱ز کال تر اګست پورې د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکيخدمتونو رئيس او د ننګرهار پوهنتون استاد وم. استادي مې د نامزد پوهيالي په علمي رتبه کې پیل کړه او د پوهنمل علمي رتبې پورې په کې ورسېدم.
دوه ځله پېښور ته د کنفرانسونو لپاره بلل شوى يم او تللى يم، يو ځل په ١٣٩٠ کال کې (پښتو نړۍوال کنفرانس) ته او بل ځل هم په ١٣٩١ کال کې د پولې دواړه غاړو ته د ژورناليستانو يو کنفرانس ته تللى يم. یو ځل د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته هم په یو رسمي سفر تللی یم. په دې سفر کې د افغانستان د ټولو پوهنتونو د ژورنالېزم پوهنځي استادان بلل شوي ول او د ژورناليستيکو مسايلو په اړه يو درې اوونيز ورکشاپ و، زه په کې د خپل دفتر (د جګړې او سولې د راپور ورکونې انسټيټيوټ) یا Institute for War and peace Reporting (IWPR) له خوا ځکه تللى وم چې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي سره مې د خپل دفتر په استازيتوب همکاري کوله.
په ۲۰۱۹ز کال کې مې د ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئيس په توګه سينګاپور ته یو سفر درلود، په دې سفر کې د مرکز او ولایتونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون همکاران او د نورو ادارو د بشري سرچينو رئیسان شامل وو. دا سفر د سينګاپور د ملکي خدمتونو کالج له خوا د سينګاپور د بهرنيو چارو وزارت په ملاتړ برابر شوی و. د سفر محتوا په غوره حکومتولۍ، حسابورکونې او روڼتیا باندې راڅرخېده.
کله چې په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې جمهوريت سقوط شو او طالبان بیا ځلې واک ته ورسېدل، نو د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د پوهنتونونو د ټولو هغو استادانو دندې په پوهنتونونو کې معطل کړې چې د جمهور رئیس د حکم له مخې د حکومت په لوړو بستونو کې مقرر شوي وو. له بده مرغه چې زما دنده هم په تعلیق کې ولوېده. که څه هم ما د ۲۰۲۲ز کال د مارچ تر میاشتې د ننګرهار پوهنتون له حقوقو پوهنځي سره د تدریس، د منوګرافونو د لارښوونې، د دفاع په غونډو کې د پلاوي د غړي په توګه او همدارنګه د ډیپارټمنټ په غونډو کې ګډون او همکاري درلوده، خو په مارچ کې چې کله د ژمي سمیستر پای ته ورسېد او پسرلنی سمیستر پیل کېده، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ما ته درسونه رانه کړل او په دې ډول یې پوهنځي ته له ورتګ څخه منعه کړم. پوهنځي ویل چې دوی ته له وزارت څخه ویل شوي دي چې دې استاد ته درسونه مه ورکوئ. له هغې وروسته زه اړ شوم چې له افغانستان څخه د مهاجرت په لټه کې شم. له بېلابېلې بنسټونو او ادارو سره تر اوږدو تماسونو او اړيکو وروسته وتوانېدم چې د FPJRA ادارې په مرسته د میشیګن پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د نړۍوالو او مقایسوي حقوقو د څېړنې یو فیلوشیپ تر لاسه کړم. په عين حال کې د Scholars at Risk ادارې په مرسته د کاناډا په يارک پوهنتون کې هم د (د استاد مرستيال) په توګه د یو تدریسي یو کلن فیلوشيت وړاندیز راته وشو. دا چې هغه مهال د کاناډا ویزه اخیستل نسبت امریکا ته سخته وه او څو پړاونه یې درلودل، نو ما د میشيګن پوهنتون فیلوشيپ ته ترجیح ورکړه.
له څو میاشتو انتظار، د ایمیلیونو او اسنادو له تبادلې وروسته، بلاخره وتوانېدم چې د متحده ایالاتو ویزه تر لاسه کړم او له کورنۍ سره د جون پر لومړۍ نېټه متحده ایالاتو ته راغلم. د ميشيګن پوهنتون له حقوقو پوهنځي سره زما رسمي کار د جون پر ۶مه نېټه پيل شو او د ۲۰۲۳ز کال د اګست تر ۱۵مې نېټې مې ورسره د International and Comparative Law Research Scholar په توګه کار وکړ.
په دې موده کې مې پر لاندې درېوو مقالو کار وکړ چې لومړۍ هغه یې په (American Journal For Law and Political Science) د ۲۰۲۳ز کال په Volume 2 Issue 1 کې خپره شوه. پر دې سربېره مې د یاد پوهنځي د استادانو په اوونیز علمي کنفرانس کې، د څېړونکيو د څېړنې په اوونیزه غونډه کې او همدارنګه د حکومتولۍ او د قانون د حاکميت څانګې په میاشتنيو غونډو کې په منظم ډول ګډون درلود. پر دې سربېره مې د څېړونکيو د څېړنې په اوونیزه غونډه کې دوه کنفرانسونه ورکړي.
1. A Way to Prevent Illegal Interferences in Process for Hiring Lecturers in Afghan Universities: Applying the Computer Examination Method.
2. Liberal or Islamic Constitutionalism for Afghanistan?
3. The Contest for an Islamic Government in Afghanistan: What for the Taliban is un-Islamic in the 2004 Constitution of Afghanistan?
د ۲۰۲۳ز کال د جولای په درېیمه نېټه له میشیګن ایالت څخه واشنګټن ایالات ته راکډه شوم، دلته د اګست له پینځه لسمې نېټې څخه د VIP Hospitality په نوم له یوې ادارې سره د عملیاتي سوپروایزر Operations Supervisor په حیث کار کوم.
تر دې دمه مې لاندې کتابونه چاپ شوي دي:
1. لپه (شعري ټولګه)
2. زه (شعري ټولګه)
3. پېغله سوالګره (لنډې کیسې)
4. کله چې توره څادري سوځېده ( له اردو څخه د پوليسي کيسو ژباړه)
5. د ښځې وېښتان (له اردو څخه د پولیسي کیسو ژباړه)
6. اسلام او هندوواله: د اسلام او هندویزم پرتلیزه څېړنه(له اردو څخه د ذاکر نايک د کتاب ژباړه)
7. اسلام د انساني خوښۍ دروازه (له اردو څخه د ترکي لیکوال سعید نورسي د کتاب ژباړه)
8. د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم معجزې او د معراج شريف پېښه (له اردو څخه د ترکي لیکوال نورسي ژباړه)
9. پر ځان ويسا (له اردو څخه ژباړه)
10. د بحران مديريت (له پاړسي څخه ژباړه)
11. ډيپلوماټيکي او کونسلي حقوق (له پاړسي څخه ژباړه)
12. پښتانه څوک دي (له اردو څخه د پروفیسور پريشان خټک د کتاب ژباړه،په دوه ټوکو کې)
13. هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي (د دوبۍ سفرنامه)
14. د سياستپوهنې بنسټونه (د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د اول ټولګي محصلينو لپاره لیکچرنوټ)
15. اعتراف (د اخباري کالمونو او لیکنو ټولګه)
16. سیاسي جغرافيه (د استاد کريم الله بيدار سره په شریکه د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، د ژورنالېزم پوهنځي او ښوونې او روزنې پوهنځي د جغرافيې څانګې محصلينو لپاره ليکچرنوټ)
17. آزادي تر باچاهيه لا تېری کا (په ننګرهار کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې د نمانځغونډې په ویاړ د علمي سمينار د مقالو ټولګه چې زما په زیار راټوله او چاپ شوه)
18. د الله تعالی ښکلي نومونه (له اردو څخه د اسماء الحسنا کوچني جیبي کتابګوټي ژباړه)
ناچاپ کتابونه مې په لاندې ډول دي:
1. د شاعرۍ یو کتاب
2. د لنډو کیسو یوه ټولګه
3. تور کاروبار (ناول)
4. د حکومتولۍ اصول (د یوناني فیلسوف ارستو کتاب دی چې ما له پاړسي ژباړلی دی)
په انګلیسي ژبه مې تر اوسه لاندې دوه مقالې په نړۍ والو ژورنالونو کې خپرې شوي دي:
1. Public Trials and Trial Broadcasting as a Combating Tools for Judicial Corruption in Afghanistan.
2. An Easy Way to Combat Corrupt in Afghanistan: Accelerating the Role of Civil Society
3. A Way to Prevent Illegal Interferences in Process for Hiring Lecturers in Afghan Universities: Applying the Computer Examination Method.
همدارنګه مې په پښتو ژبه هم څو علمي مقالې په حق علمي مجلې، پوهه علمي مجلې، حقوق بشر مجلې کې چاپ شوي دي چې دا مهال یې عنوانونه راته نه دي په یاد. د دې تر څنګ مې د شلو او دېرشو ترمنځ لیکنې او مقالې په بېلابېلو مجلو او وېبسايټونو کې خپرې شوي دي. پر دې سربېره مې کله چې د جګړې او سولې له راپور ورکونې انسټيټيوټ سره کار کاوه نو کابو دېرش فيچر راپورونه مې ورته له ختیځ زون څخه لیکلي چې د هغوی په وېبسایټ کې زما په نوم په پښتو، دري او انګلیسي ژبو خپاره شوي دي.
په هېڅ کوم سیاسي ګوند او جريان پورې سیاسي تړاو نه لرم، خو ممکن په ډېرو سیاسي ګوندونو او جریانونو کې ملګري ولرم. خپله پر بشري آزادۍ، بشري حقونو او ولسواکۍ باورمند یم».
---------------
د هجرت الله اختیار د نظم او نثر نمونې:
غزل
تپه تياره ده او رڼا رڼا غږونه راځي
دا ته یې چېرته چې ته نه یې، ستا غږونه راځي
چېرته روان یم، خاموشي ده، ډوبوي مې ځان کې
شاته مې شور دی، راپسې له شا غږونه راځي
دې ایېنو کې دا زمونږه چیغې چا شیندلي
چوپه چوپتيا کې چې له هرې خوا غږونه راځي
قامه ډوبېږه مه، بس دا دی کناره نږدې ده
څوک راروان دی، څوک راځي، د چا غږونه راځي
دا زما چیغو باندې خدای خبر څه چل شوی دی
تر بل چا نه رسي، تر ما زما غږونه راځي
اورم اختيار بيا نعارې د یو بل انقلاب
د خلکو منځ نه نااشنا اشنا غږونه راځي
۲۰۲۳ فبروري، ۶مه
ګلینکو هیلز اپارتمانونه، آن اربر، میشګن
غزل
دومره تیاره ده چې رڼا هم تکه توره ښکاري
سپوږمۍ ښه سپینه ده، خو بیا هم تکه توره ښکاري
تاسې ګومان کوئ چې ستاسې طرف دی روښانه
زما یقین دی ستاسې خوا هم تکه توره ښکاري
ثواب او بل هر تقدس دی تور لباس اغوستی
څه بد شګون دی چې دعا هم تکه توره ښکاري
د مکتب بندې دروازې ته ده نجلۍ ولاړه
نن لمر راونه خوت، دنیا هم تکه توره ښکاري
د هرې ورځې تار په شپې پورې تړلی دی کلک
د سپینې ورځ اصلي مانا هم تکه توره ښکاري
په روڼ وجود پسې مې وچاودېد زړګی اختیاره
هر وجود تور دی هره ساه هم تکه توره ښکاري
۲۰۲۲ز کال، می ۱۹
زما د ماما کور، څوارلسم کیمپ
هريپور، پښتونخوا
هسې نه موږ به لا اعلان د مینې کړی نه وي
روسیه هماغسې په قهر کې ده
او پر اوکراین وروي اورونه
لوېدیځ پرې نور هم بندیزونه زیات کړل
خو لېونی پوتین په حد د لېونتوب دی ولاړ
نن یې د جنګ د بل پړاو اراده هم ښکاره کړه
د اتومي جنګ تکل هم وشو.
ځئ چې خبرې زړو نه وباسو موږ
ځئ چې یو بل ته ناویلې کیسې وکړو ژر ژر
ځئ چې د مینې اعلانونه وکړو
ځئ چې نامې د محبوبو ښکاره په جار واخلو
دنیا ولاړه د ګړنګ پر غاړه
هسې نه بل قیامت رابره شي او ټول مړه شو
هسې نه ونښلي جګړه د اتوم
هسې نه واوړېږي دنیا په بله
زموږ به زړونه ډک خبرو نه وي پاتې داسې
زموږ کیسې به ویل شوي نه وي
او محبوبې به مو ګمنامې ګرځي
هسې نه موږ به لا اعلان د مینې کړی نه وي
دوی به د بل نړیوال جنګ اعلان کې مخکې شي.
۱۴۰۰ل کال، حوت، ۱۳مه
خپل کور، ننګرهار مېنه، جلال آباد
لنډه کيسه
ــــــــــــ
مينه د يو بشري حق په توګه
دا ټولګى زما په تقسيم اوقات کې نه و شامل او نه زه مکلف وم چې ورشم. د ټولګي نوم (د ټولنيزو کولتورونو شننه) و؛ ځکه به زه له ادب او کولتور سره د خپلې ځانګړې علاقې له مخې هره سه شنبه ورتلم. استاد به هر ساعت کې يوه مهمه ټولنيزه مسئله په يو ځانګړي کولتور کې تشرېح کوله. د ټولګي خپل ګډونوال نږدې سلو ته رسېدل، خو دا چې په اوونۍ کې يوه ورځ و، نو تقريباً تر پنځوسو نور ما غوندې علاقه مندان به هم ورته راتلل. زه پر لغړ زني سپينږيري استاد هم ګران وم، زياتره به يې تر خپلې زنې لاندې څوکۍ ته وربللم، ځکه چې په ټولګي کې تر نورو زه ډېره فعال وم او په بحث کې به مې ډېره برخه اخيسته. تېره مياشت مې هم د (شرقي حسن او شرقي مينه) تر سرليک لاندې يو پرېزنټېشن ورکړى و، د استاد او محصلينو ډېر خوښ شوى و، ځکه يې په دې مياشت کې بيا هم اړ کړم چې يو بل پرېزنتېشن برابر کړم. خداى شته زه بل پرېزنټېشن ته هېڅ جوړ نه وم، په خپلو ټولو ټولګيو کې مې د سيمسټر منځنۍ ازموينې پيل شوې وې، ايله مې هماغو ته ځان اماده کړى واى. په يو بهرني هېواد کې په بهرنۍ ژبه حقوق لوستل ډېر زور غواړي. خو بيا مې هم ورسره د پرېزنتېشن ورکولو ومنله. اصلاً زه له لومړي پرېزنتېشن نه وروسته د يوې هندۍ نجلۍ د شرقي حسن په دام کې ګير وم او د دې پرېزنتېشن لپاره ډېر اصرار هم د هماغې و. په لومړي پرېزنتېشن کې چې به ما شرقي حسن او مينه په پرتليز ډول له غربي هغو نه لوړه ښودله او د اثبات لپاره به مې يې چې استدلال کاوه؛ نو ښه مې ياد دي چې موني زما د تشويق په خاطر له خپلې څوکۍ څومره خېزکې وهلې او په ولاړه به يې راته لاسونه پړکول. له هغې ورځې وروسته يې څلور ځل د ښار په مشهور هندي رستورانت کې مېلمه کړم او له چپاتيو سره يې د دالو برياني راباندې وخوړله. موږ به هر ماسخوتن بلا تعطليه د يو ساعت لپاره چټ کاوه او ټول بحث به مو پر دې و چې شرقي کولتور، ادب، محبت، شاعري، اخلاق، ژوند او ... له غربي هغو څخه په کراتو کراتو لوړ او ښه ثابت کړو. هغې ماته نه و ويلي چې راباندې مينه ده، خو په يوه مياشت کې څلور مېلمستياګانې او هره شپه يو ساعت چټ کولو نه ما همدا مانا اخيسته.
دا ځل ما (مينه د يو بشري حق په توګه) تر سرليک لاندې خپل پرېزنتېشن برابر کړ او سه شنبه د ټولګي له شروع کېدو څخه لس دقيقې وړاندې ټولګي ته لاړم. موني هم راغلې وه، له وړاندې يې ډاډ راکاوه چې زه بېخي مطمينه يم چې له دې پرېزنتېشن وروسته به ته په ټول پوهنتون کې وځلېږې. هغې په لومړي ځل راته وويل: ((زه ډېره وياړم چې ستا ملګرې يم)) ما هم له دې جملې وروسته ورته د خريدار په سترګه وکتل، رښتيا هم د شرقي حسن په ټولو معيارونو برابره وه. ما وروسته له ځان سره فکر کاوه لکه چې په پخواني پرېزنتېشن کې مې موني د شرقي حسن د يو سېمبول په حيث تشرېح کړې ده.
د ټولګي له شروع کېدو سره سم استاد بيا زما لږه ستاينه وکړه او په ډېره مينه يې ماته بلنه راکړه. زما د پرېزنتېشن د سرليک په ليدو سره په ټولګي کې يو دم چيغې او شپېلکي شول. دا سرليک په ټولو ښه ولګېد، نجونې او هلکان ټول ورته خوشحاله شول او تر ډېره يې په چکچکو او شپېلکيو بدرګه کړم. د پرېزنتېشن په شروع کې ما د مينې او بشري حقونو پر پېژندنې لنډه رڼا اچولې وه او ورپسې مې هغه دلايل رااخيستي ول چې له مخې يې مينه د ټولو انسانانو يو بشري حق ګڼل کېداى شواى. زه له دې برخې ژر ژر تېر شوم، ځکه پر دې ټول پوهېدل چې مينه په ټولو انسانانو کې د يو احساس په توګه شته او دا چې دا احساس انسانشموله دى، نو ځکه يې بايد د يو بشري حق په توګه وپېژنو. ما دا هم تشرېح کړې وه چې مينه بايد د تلپاتې حق په توګه د انسانانو تر منځ ومنل شي او دا حق دې په واده کولو سره له هېڅ انسان څخه نه اخيستل کېږي. ما دا نظر په شپږو دلايلو رد کړى و چې د دوو انسانانو تر منځ مينه د واده او ګډ ژوند تېرولو لپاره رامنځته کېږي او له دې پرته مينه نه شته يا نه شي رامنځته کېداى. ما ويلي و چې واده د مينې لپاره نه خنډ دى او نه خنډ کېداى شي. د مينې او مينتوب لپاره عمر هم شرط نه دى. د نورو په مقابل کې د مينې نېک احساسات د انسان له پيدايښت نه پېلېږي او تر مرګه له انسان سره وي. پر دې مې ډېر تاکيد کړى و چې هر هغه څوک چې له چا سره مينه لري، لومړى خو بايد پرته له کوم تشويش او ډار نه ورته خپل دغه نېک احساس ښکاره کړي او په دويم قدم کې دولتونه بايد د خپلو نويو قوانينو له مخې مقابل جانب پر دې مکلف کړي چې د خپل مين د دغه نېک احساس قدرداني وکړي، مننه ترې وکړي او تر ممکنې اندازې پورې د هغه خوشحالۍ ته وخت ورکړي.
په دې وخت کې درېوو محصلينو د پوښتنو لپاره ګوتې پورته کړې، ما خپلې خبرې په نيمايي کې پرېښودې او يوه ته مې نوبت ورکړ چې خپله پوښتنه مطرح کړي. هغه په تمسخر وويل: ((که په يو کس شپږ نور کسان مين وي، نو هغه به څۀ کوي؟ شپږ کسه خوشحالول خو امکان نه لري)) ما ورته په خندا وويل: ((په لومړي سر کې ما تشرېح کړه چې مينه د انسانانو له وجودونو څخه ماورا د انسانانو د روحونو ترمنځ اړيکه او تړاو دى. د ارواپوهنې د علم له مخې هېڅ دوه ارواګانې په يو اندازه جديت له يو بل سره تړاو نه پيدا کوي؛ خو که د جديت په بېلابېلو اندازو بيا هم له يو روح سره د انسانانو څو نور روحونه وتړل شي، نو دا هم خپله د دې ښکارندويي کوي چې په دې انسان کې دا وړتيا شته چې په خپلې يوې اروا څو نورې ارواګانې چې د ده له اروا سره تړلي دي، خوشحاله وساتي)). يو بل محصل په دې منځ کې راټوپ کړل، ويې پوښتل: ((ته په مينې غږېږې او که په ارواګانو؟ مينه خو دا شى نه ده، دا ته چې څه شى وايې؟)) ما ورته وويل: ((زموږ په شرقي ټولنو کې د مينې مفهوم د انسانانو تر منځ اروايي تړاو دى، زه د خپلې ټولنې په مفهوم مينه تشرېح کوم، نه ستاسې د ټولنې په مفهوم)). استاد هم زما استدلال ته حيران شو، ويې پوښتلم: ((همدا مسئله په يو مثال کې روښانولاى شې؟)) ورته مې وويل: ((هو، ولې نه! يو څوک دى، له يو چا سره مينه لري؛ خو د دواړو وجودونه له يو بل نه زرګونه کيلو متره لرې دي. دوى هره شپه له يو بل سره چټ کوي، په چټ کې د الفاظو له لارې چې کله د دوى احساسات له يو بل سره شريکېږي؛ نو نو ارواګانې يې په هماغه شېبه کې زرګونه کيلو متره فاصله وهي او يو بل ته ځان رسوي. د دوى وجودنه له يو بله لرې دي، خو ارواګانې يې نږدې دي، ځکه هېڅ فاصله، هېڅ اصول، هېڅ کولتور او هېڅ دين د ارواګانو مخې ته خنډ نه شي واقع کېداى)). په دې پسې سمدستي موني راپورته شوه او ويې ويل: ((زياتره دينونه خپل پيروان د نورو دينونو له پيروانو سره له مينې کولو منعه کوي، په دې باره کې څه ويلاى شې؟!)) ما ورته وويل: ((زه فکر نه کوم چې دينونه دې موږ ته دا ډول حکم وکړي، هو د واده کولو په اړه دين دا ډول محدوديتونه ايښي دي؛ خو د مينې يا اروايي تړاو په اړه فکر نه کوم چې دين کوم محدوديت ولري!
ما پرېزنټېشن يوازې پينځه ويشت دقيقو ته جوړ کړى و، خو ايله په څلوېښت دقيقو کې پاى ته ورسېد. نن مو د استاد درس وانخيست، استاد وويل همدا ښه درس و، بل درس ته اړتيا نه شته. بيا يې هم زه وستايلم او محصلينو ته يې وويل چې دى موږ ته زاړه موضوعات له نويو عينکو راښيي.
بېرون چې راووتم، محصلين رانه راتاو شول، زياترو رانه ايميل ادرس غوښته، ښه و، کارتونه مې راسره ول، په جېب کې موجود ټول کارتونه يو محصل ته ورکړل چې په نورو يې هم تقسيم کړي، ما يې ځان له منځه وويست. دې وخت کې مې وليدل چې موني په ډېرې خوښۍ زما په لور راروانه ده، غوښتل يې چې غېږه رانه تاوه کړي، خو ما ورته لاس وراوږد کړ او هغې په کې خپل پوست لاس کېښود. موږ دواړه بيا د هندي رستورانت په لور روان شو.
په رستورانت کې هغې زما لاس نيولى و او په لړزېدلي آواز يې راته ويل: ((ستا د خپل قول مطابق زه تا ته د خپلې مينې يا نېک احساس اظهار کوم؛ خو ستا د قول پر خلاف غواړم چې تا ته ورسېږم او له تا سره ژوند وکړم)) د هغې په دې خبرې سره ما په خپل ځان کې د برق ټکان حسس کړ او سمدستي مې پر خپلو ټولو خبرو پښېمانه شوم. هغې ته مې هسې يو مبهم فلسفي غوندې ځواب ورکړ چې نه يې د (هو) مانا درلوده او نه هم د (نه). زه دومره مضطرب شوم چې ډوډۍ مې هم سمه ونه خوړه او هغې ته مې له هندي ترخو خوړو سره د خپلې معدې حساسيت بانه کړ.
خو له هغې راوروسته دا درېيمه سه شنبه ده چې هغه ټولګي ته نه يم تللى، خپل د فيسبوک اکاونټ مې هم غير فعال کړى او شپه او ورځ په دې سوچ کې يم چې څنګه په بل پرېزنتېشن کې دا ثابته کړم چې مينه هسې چټياټ دي، هر انسان بايد د خپلې کورنۍ، ټولنې او مذهب د اصولو مطابق ژوند ته تسليم شي او د مينې په نوم پر چټياتو خپل وخت ضايع نه کړي؛ خو تر اوسه نه يم توانېدلى.
۲۰۱۵زکال، واشنګټن پوهنتون، سياټل، واشنګټن سټیټ
(ستوري د ادب په اسمان کې)