د احمـــد تــکل شعرونه
افغانستان چې د عالم تکوين و
باد د وحشي غرونو د سوړو منځ كې كور جوړ كړ
او ستورو
د چنارونو سركې ځاله وكړه
سپوږمۍ دهسك لمنه
ځان ته دمينې او ګرانښت زانګو كړه
لمر دفصلونو دكرلو برخه بېله
او د خونو روڼولو برخه بېله وركړه
اوبه يې پټې شوې چينوكې چې يې جبر كښته ونه شړي
ايمان د زړو څښتن شو
غرور دسترګو ناموس
او آزادي دهسكو غاړو ضمير
خداى ورته صبر د ايوب په تله
او قرباني داسمعيل په خوښه ومنله
افغانستان يې جوړكړ
۲۸. ۵. ۱۹۹۸
خنجر اوسينه
كله چې
د وره كړپا شوه ستا لاسونه تش وو
هېچا لاسو كې ستا خنجر ونه ليد
يوازې ما په وينو سور خنجر ستا لاس كې ليده
چې لكه اور ځلېده
او زما سينه كې يې كوم څه لټول
۱۳. ۶. ۱۹۹۴
كوچ
خوب يې د منګولو په پستو متروكو ووهه
نانځكې دې را پاڅوه
لېرې لاره مخكې ده
نور نو دلته نه كېږي
ما د هغې لويې ډلې مرګ په سترګو وليده
لاس پسې ور اوږد كړه
شرنګېدونكې چمبه غلې كړه
ځوبه د آشنا ټپو له كلي
د موهومو ناآشنا سندرو سيمې ته
لېرې كوچ مو مخكې دى
نور نو دلته نه كيږي
ماخپلې شهيدې لنډۍ وليدې
چې ډېرې هديرې ترې دواټو پر غاړو جوړې وې
كابل ۶. ۶. ۱۹۹۸
ژوند
د زرکلن یوازیتوب له ناول څخه په الهام
زموږ تقدير يوه لرغونې كتيبه وه
چې دونو پر پوستكو او پر لويو ګاګرو
د ټولو دښتو دګلانو پر رنګينو پاڼو
او د څېرې او د ورغويو پر مبهمو ګونځو
د رمز په تورو ليكل شوې وه او موږ هغه لوستلاى نشواى
زموږ تقدير يوه لرغونې كتيبه وه چې لرغوني ليك يې
زموږ د ژوند رازونه
په خپلو ګډووډو ليكو كې ساتلي وو
او نه يې راكول
موږ هغه توري جنګولاى نشواى
زموږ تقدير يوه لرغونې كتيبه وه چې سرليك يې ژوند و
لاندې راغلي و چې:
زموږ نيكونه به د تل لپاره
زموږ د نوي نسل
د ګناهونو په هنداره كې را وځليږي
د زمانې په نامه هېڅ څه نشته
يوازې موږ يو چې د خپلو پخوانيو په اعمالو كې
په نورو نامو
په سپينو تورو نامو
بيا تكرارېږو او مرو
موږ هماغه لرغوني خلك يو چې
نويو جامو، نويو كورونو كې له سره تكرارېږو او مرو
موږ هماغه لرغوني خلك يو چې
نويو ورنيو، زانګو ګانو
او په نويو كفنونو او قبرونو كې له سره تكرارېږو او مرو
موږ هماغه لرغوني خلك يو چې
نويو لمنځونو او په نويو حيواني مينو كې
نويو ښېګڼو او بديو
او په نوي سخاوت او حسادت كې تكرارېږو او مرو
ژوند يو لرغون او زېړ بخون يوازېتوب دى چې شېبې ډكوي
موږ د دې ډكو شېبو
د مرګ تر پولې په را كښلو كې ورستېږو او مرو
*****
د آسمانونو په وسعت
د يوې سترې آينې په وړاندې
چې زما قهر ماته كړې ده يوازې فكرجن ولاړ يم
او د تاريخ په نامه ستره آينه تصوير په څو زرو ټوټو كې ښيي
او د آينې هره ټوټه د يوه بل سړي تصوير ښكاروي
چې د پېړيو ګرد يې
ستړو څېرو كې ښكاري
زه په دې ګڼو تصويرو كې ستا انځور لټوم
پرتا د تېرو خاطرو ګردونه ناست
يوې ټوټې دآينې كې ښكارې
همغه تېره او لرغونې تاريخي موسكا دې
پر شونډو
پر مايادونه دي، يادونه دي د خداى يادونه
ورېږي
ته د آسمان لوري ته ځې او ماته لاس خوځوې
همغه تېره او لرغونې تاريخي موسكا دې
پر شونډو
*****
زمانه واوښتله
نه غلط شوم
د زمانې په نامه هېڅ څه نه و
يوازې زه وم چې د چا د پخوانيو ګناهونو او اعمالو په هنداره كې په بله څېره
څرګند شوم
او د تاريخ په نامه سترې آينې زما تصوير راوښود
چې د بابا ټوپك مې غاړه كې و
او د پېړيو ابتذال داځلې
زما د ټوپك له ستوني
د خوشالۍ او د ناپايه بري چيغه وكړه
زما ټوپك پوهيږي
چې زما د پاتې نسل
د كوم بچي اوږه به
درنه كړي
په دې هم ښـه پوهېږي
چې زما د پاتې نسل
د كوم بچي ټټر به
د خپلې چيغې په سربي څپو سورى سورى كړي
*****
الوزم الوزم آسمان ته ځمه
او بيا له هغه ځايه
د لمر د كور له خلاصو خوځنده كړكيو څخه لاندې ګورم
او د تقدير ګرځندې ورېځې وينم
چې خندوونكي امېدونه په خپل ګرزنده مدار كې سوځوي
او خندوونكي اټكلونه بيا ناسم راباسي
اوس دا لرغونې كتيبه لوستى شم
داچې د ونو پر پوستكو او پر لويو ګاګرو
د ټولو دښتو د ګلانو پر رنګينو پاڼو
او د څېرې او د ورغويو پر مبهمو ګونځو
د رمز په تورو ليكل شوې ده او موږ هغه لوستلاى نه شواى
كه مو يقين نه راځي ولاړ شئ هديرې وګورئ
ولاړ شئ آينه كې خپل تصوير وګورئ
۶. ۱۰. ۱۹۹۸
ناورين
دلته په لاره كې ښكاريږي د هوسيو د سومونو نښې
هلته د پاڼو منځ كې
د يوه پړانګ د سرو خپړو پلونه
لږ وړاندې
يوه لوېدلي څو كې
د مرګ او ژوند لپاره
د هڅو نښې د ګلپاڼو پرمخ
د رژېدلو پاڼو منځ كې د نښتې كيسه
او پټم شوې وينې
*****
بېګا په دې ځنګله كې څه تېر شوي؟
۲. ۵. ۱۹۹۹
د ملايکې مرګ
کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
يوه وړه ملايکه
د خداى پيغام په لاس کې
مځکې ته راکوزه شوله
پيغام ليکلى د انسان په نوم، پرې ليک و:
د ’’اشرف المخلوقات’’ لپاره
ملايکه راغلله، وګرزېده، وګرزېده،
پر بازارونو، پر کورونو ګرده وګرزېده
هرځاى چې خلک اوسېدل ولاړه
پر کنيسو، پر کليساوو، جوماتونو، باندې وګرزېده
هرځاى، هرځاى ولاړه
خو په هېڅ ځاى کې يې ’’اشرف المخلوقات’’ ونه موند
ستړې شوه
ليک په لاس
بېرته آسمان ته ولاړه
06. 02. 2008
زما بصيرت
په کنسرتونو کې هغوی ګورم چې
د سندرغاړو ترشا ناڅي او آواز غبرګوي
او په سپورتي لوبو کې
هغوی چې
اتل لوبغاړي يې پرمځکه ولي
زه ستوري نه شم ليدای
سياسي ويناوو کې رهبر نه اورم
هغه عامي لټوم
چې يوځل بيا په کليمو باور کړي
او په جګړو کې د لښکرو سرداران راته تش سيوري ښکاري
پياده عسکر ته ځير یم
چې يې جکړه بايللې
زما دا رنګه بصيرت به منې
29.02.2020 Doha
ژوندون مو
زموږ ژوندون له يوه درده بيا تر بله درده
د يوې څړيکې او د کړيکې ترمينځ
د آه او آه له مينځه
له يو ماښامه بيا تربل ماښامه
له ولې رانغلې تر څه شوې مړې
د يوې ګيلې او بيا ګيلې ترمينځه
او له يوې ماتې تر بلې ماتې
واټن و.
۲۰۲۲ اکتوبر
نن له چاودنې وروسته
ملک الموته نن په ډکو لاسو
له ښاره ووتلې
د خدای وګړي په ګونډو شول کټ مټ هغسې چې ته يې غواړې
د ښار کوڅې په چيغو ډکې شولې
پښې يابلو ميندو پر واټونو کښته پورته ځغستل
ښار څو ښکنځلو او يو څو کلمو
عاميانه سیاست په سر واخيست
څو زده کوونکي او ښوونکي يې وختي رخصت کړل
رهبران ووېرېدل بيا يې په خبرو کې غندنې راغلې
د ښاروالۍ صفاکاران له ښاره
د تودو وينو تر مينځلو وروسته
له لارې کور ته ولاړل
له طالبانو صرف و نحو وړاندې وروسته شوله
خو سمدستي يې د ضربنا ګردان بيا پيل کړ
خو هغه سل زړونه چې ودرېدل
نور به نو هېڅکله ونه درزېږي
۲۰۲۲ کال
فقط یوه شېبه کې
داسې مهینه وه چې
سیوری یې نه درلوده
او په مرۍ کې یې اوبه ښکارېدې
هومره لمر مخې وه، چې
زما و د رڼا ترمنځ ولاړه وه
لا هم ښکارېده
لکه څراغ ځلېده
راغلله، ودرېده، ومې لیده
او لکه خوب پناه شوه
فقط په څو ثانیو کې
د مې ۴، ۲۰۲۲
نوی قفس
ګلسرې
وینم دې
چې د قفس په منځ کې
اوس ښه آسانه، ښه هوسا الوځې
په پنجرو دۍ وزر نه لګېږي
او د قفس په منځ کې بندې آزادۍ سره بلده شولې
ډېر ژر دې
د آزادۍ سور، اوږدواله او لوړه وپېژندل
۸ جون ۲۰۲۲
جنګي اسیر
د اسیرانو په ټولي کې ناست دی
دواړه لاسونه يې په پړي شاته کلک تړلي
غږ کوي آ وروره،
د رب روی ګوره، دغه مزي خو يې لږ راسست کړه!
د سړيتوب تمه يې ګردسره شکېدلې
اسیر نه وايي چې خوشې مې کړه
او د هابيل او د قابيل خدای ګوره، ګوري ورته
لاهم د ځمکې و اسمانونو مزي نه پرې کوي
03.12.2017
مات اوربند
د ونې سر کې دوه ښایسته پختکې
یوبل ته
د مينې راګ وایي
مچۍ دي شات جوړوي
يوه بتکه د لامبو د زاويې په سر کې
هوا چلېږي غر خاموش ولاړ دی
له شیدو ډکه غوا ورشو کې څري
او زاڼې شنه آسمان کې
په وزرونو اتڼونه کوي
دا د جنت غوندې درې بڼه وه
مخکې له دې چې کاږه بريد پيل کړي
۲۰۰۶ اګست