"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د حبیب « س » شعرونه



غزل

 

 

بې پړاوه بې منزله مو نظر شه

له يوۀ خاله تر بله يې سفر شه

 

لوی درياب تږی د تندي په اوبۀ شي

د رنګ بحره! لږ له تندي مي خبر شه

 

تر دې وړاندي چي مي لاس ګرېوان ته رسي

د خپل زړۀ له تاوه چاک زما ځيګر شه

 

رنګ پروره لېمه څاري لار د ګلو

په ليدو يې پسرلی بيا معتبر شه

 

ستا د زلفو په وږمو بيا استقبال شه

ستا د شونډو په رنګ بيا مو رنګ سحر شه

 

د زړۀ درد مو د رنګونو سره تول شه

بيا له سره مو اباد ښار د نظر شه

 

د نفرت کتاب ړوند کَړی پاته مۀ شه

ستا د ميني پر څو کرښو برابر شه

 

( د رنګ تنده )

 

 

غزل

 

 

د خلوت ثواب، ثواب کله کېدای شي

دا سکوت که مو په چيغه ماتېدای شي

 

د ترخو ترخو قصو راوي ته وايه

د ژوند شور د ګل په ذکر خوږېدای شي

 

د رنګونو په بحرونو کي ساه تنګی

خو نظر مي ستا په خال کي ځايېدای شي

 

شپې! د تللي سهار ياد دي را نه واخلي

تر سهاره که يو سوال مو قبلېدای شي

 

د اميد لاره څارونکی نظر شته دی

ژوند د ژوند په نامۀ اوس هم يادېدای شي

 

( د رنګ تنده )

 

 

 

غزل

 

 

بې له دې نه بله لار کله د تلو ده

د خپل ځان د پاسه لار د رسېدو ده

 

ستا د حسن رنګينۍ بيا را نه توی شي

د نظر لمن مي پرې ستا په بڼو ده

 

ور شئ لوی بحر د رنګ په دې خبر کړىئ

تر دۀ لويه زما تنده د کتو ده

 

د ترخو يادونو غرونه مي په شا دي

کنې لار د ژوند د هر غرۀ د ختو ده

 

د يو چا سره که تېره شي نو ښه ده

زندګي ده، هسي هم د تېرېدو ده

 

نشته نشته ګوتي نشته د ور وړلو

د ځيګر پرده يې سازه له نغمو ده

 

راشئ راشئ د رنګ غشيو! و قرار تې

سترګه سترګه د بېتابو د ويشتو ده

 

( د رنګ تنده )

 

 

غزل

 

 

دا رنګونه خو پردې دي د رنګونو

د رنګ شا ته هنګامې دي د رنګونو

 

د ګل جام په لاس نيولی بهار وايي

دا غوټۍ هم پيمانې دي د رنګونو

 

بصيرت د نظر مل کړه که څۀ وينې

په رنګو پټي څېرې دي د رنګونو

 

د وخت لمر له ياده باسم بيا ورګورم

د ژوند ښار کي نندارې دي د رنګونو

 

پرېږدئ پرېدئ نور مۀ پوښتئ ګل ته راشئ

د دۀ يادي افسانې دي د رنګونو

 

( د رنګ اور )

 

 

غزل

 

 

د وفا د زړۀ تڼاکي مي اوبۀ شوې

د جفا کافري تندي ماته نۀ شوې

 

ځان دي هېر ؤ آئينه وه در نه ورکه

ځان در ياد شو چي غوټۍ ته په کاتۀ شوې

 

منتظر جمود وهلی ژوند ولاړ دی

د خدای پار دی د بدلون استازيه! څۀ شوې

 

په تا توره د ستم سپينه لمن شه

تۀ د زغم په تنارۀ کي تور سکارۀ شوې

 

( د رنګ اور )

 

 

غزل

 

 

د حسرت په سرو لمبو کي پاته زۀ شوم

د جانسوز حسن هوس ته لمبه نۀ شوم

 

وې يې راشه تر ما پوري ځان دي پرېږده

وې مي دا يم له خپل ځانه په واتۀ شوم

 

د ستم يادګار يې زۀ يم خوب يې نشته

پر زرين بستر يې زۀ بڅرکي سرۀ شوم

 

زۀ په تندي پسې تږی وم دريابه!

چي مي تۀ له ياده و ايستې اوبۀ شوم

 

ستا په غېږ کي نۀ ويدېږمه ويښ ښۀ يم

بيا بېلتون په خوب کي وينم که ويدۀ شوم

 

( د رنګ اور ) 

 

 

غزل

 

 

رنګين خيال چي يادوې يادوه سترګي

د رنګين بحر د زړۀ، پيمانه سترګي

 

د سبا د ګل له مخه به بيا ګورو

د رنګ تخم دی، تۀ نن ښخوه سترګي

 

د شوګيرو سترګو سرۀ شته که ګل نشته

په متاع زما د درد رنګوه سترګي

 

د نظر د برخي څاڅکی دی چي نشته

که هر څو ده د هر چا نصيبه سترګي

 

اې په رنګ د ننګ مئينه! مجبوري ده

د حُسين د ننګ په ياد خوَږوه سترګي

 

( د رنګ تنده )

 

 

غزل

 

 

له کتابه را وتلی نظر ښۀ دی

ستا تر باغه رسېدلی نظر ښۀ دی

 

رنګ ليدونکی نظر څاري، له هوسه

له هر ګله ټوکېدلی نظر ښۀ دی

 

وې يې دا چي سوځوونکی حسن ښۀ دی

وې مي دا چي سوځېدلی نظر ښۀ دی

 

ستا د بيا راتلو اميد يې نصيبه شه

په خوبونو نازېدلی نظر ښۀ دی

 

له تا وړاندي سترګي وې، خو خوَږې نۀ وې

له تا وروسته زېږېدلی نظر ښۀ دی

 

د راتلونکيو رنګينيو لاره څاري

د اميد بام ته ختلی نظر ښۀ دی

 

د رنګونو په ګلشن کي بې قراره

د پټ رنګ هوس سوځلی نظر ښۀ دی

 

( د رنګ تنده )

 

 

 

غزل

 

 

ما ته ياد دي سرۀ بڅري يا لمبه ده

ما چي سوځي زما خپله حافظه ده

 

پرده سوز فرياده! څۀ شوې د خدای پار دی

دا سکوت خو پر يو لوی جبر پرده ده

 

رنګ د ګل په جام کي را کړه پسرليه!

ما نېولې د نظر تشه کاسه ده

 

په راحت کي هم بې درده نۀ شوو کله

تا را کړې نخښه اوس هم را سره ده

 

د ستم غشيو پر مړو مۀ را اورئ

دا سينه وه اوس د هيلو مقبره ده

 

( د رنګ اور )

 

 

 

غزل

 

 

دلدارۍ له د ګل، برخه له حيرته

زۀ بې برخي يم د سترګو له فرصته

 

د ژوند بزم په تا تود دی سوړ دي نۀ شي

د ګلرخو د پايزېب خوږ حکايته!

 

موږ ليدلې ژوند سوزي مو هېره نۀ شوه

تۀ مو ياد د پټو سترګو قضاوته!

 

چي نظر وي نۀ ايمان، د مردۍ لاري!

د ژوند شان شي انحراف له عدالته

 

ژوند ته ژوند ويل روا نۀ وي روا شي

د ګلرخو د نظر له عنايته

 

څوک خو دا مېرمن د حسن په دې پوی کړئ

چي څۀ زده کړي د سپوږمۍ له سخاوته

 

بيا مي سوي باغ ته ور شم قسم مات کړم

 د آرزو او د اميد له ضمانته

 

د وفا د ښار خبر د درد له خولې دی

هر دردمن دی نا اشنا له شکايته

 

( د رنګ تنده )

 

 

 

تنده

 

 

 

که ګلاب دی که رخسار پر دې ګواه دی

ننداره زما د تندي رنګ کوله

که ګلزار ؤ که صنم ګوته په خولۀ ؤ

ما په رنګ کي د پټ رنګ څېره کتله

 

دا بېتاب نظر زما به اسوده شي

که په رنګ کي د پټ رنګ څېره ښکاره شي

 

ما له سود په دې ښکاره رڼا کي نۀ ؤ

له سپوږميه ما څۀ نوې قصه غوښته

زۀ په بزم کي د ستوريو بې قراره

ما د بل بزم له اوره لمبه غوښته

 

له سپوږميه او له ستوريو چرته بره

که رڼا وي دا رڼا ده ما له غوره

 

د زړې نغمې آهنګه! تۀ مي اَورې؟

زۀ د نويو آهنګو هوس سوځلی

د بې شرنګه پايزېبونو شوره! اَورې

زۀ د نوي شرنګ آمد ته کړېدلی

 

زۀ آباد په خوب د نويو آهنګونو

يا په خوب د شرنګ شيندونکيو پايزېبونو

 

د زاړۀ جهان رنګونه ټول زاړۀ دي

په خوبونو د يو نوي منظر پايم

رنګ چې* رنګ وي شرنګ يې شرنګ رڼا رڼا وي

زۀ په تندي د خپل سوي ځيګر پايم

 

دا بېتابه ځيګر نوی شرر غواړي

رنګ څارونکی نظر نوی سحر غواړي

 

* چې :چي يې

 

 

( د رنګ تنده )

 

پردې

 

ما وې خوند د چا د شونډو د مسکا دی

وايه پروت هنر په ګوتو کي د چا دی؟

 

دې وې شونډي د چا شونډي دي؟ دا پرېږده

د مسکا د شيرينۍ کمال يې وايه

د چا ګوتي؟ څنګه ګوتي؟ دا هم پرېږده

د هنر د رنګينيو شان يې ستايه

 

ما وې مَستي! د چا باغ دی د کتلو

رنګ د ګلو د کوم ښاخ دی د ليدلو؟

 

دې وې رنګ او خوند يې ګوره بل څۀ نشته

ګل خو ګل وي که زما وي او که ستا وي

زهريله بوټی دي ورک شي، که دي خپل وي

که د بل وي،که د باغ که د بېديا وي

 

ما وې کوم امام له ور شم اورېدو له

د ځيګر د ساړه بزم تودېدو له

 

دې وې سوز پکي کتل دي دا مۀ ګوره

خولۀ د چا؟ ممبر د چا؟ څنګه انداز دی؟

په خپل سوز سوي پيام و ته يې ګوره

دا يې پرېږده چي شيرين څومره آواز دی؟

 

ما وې کوم مسيحا ښۀ دی د دردونو

او درمل به له چا غواړم د رنځونو؟

 

دې وې تور او سپين يې مۀ ګوره دا ګوره

چي تاثير يې په لاسونو کي دی څومره؟

د خپل رنځ چاره کول دي، دا يې پرېږده

چي شهرت يې په ملکونو کي دی څومره؟

 

ما وې پوی شوم خوند، هنر دی که تاثير دی

دا کتل دي او نور هر څۀ هېرول دي

که بڅری دی د سوز که څاڅکی رنګ دی

که د هر چا وي په مينه قبلول دي

 

دې وې لري دي له سترګو نه پردې شه

بيا دي سترګي د جهان د نندارې شه

 

( د رنګ تنده )

 

باغ

 

زۀ چي لاړمه له ښار څخه و باغ ته

که ګل بوټي وۀ که څانګي که غوټۍ وې

هر يو ګل و ځان ته يو جهان د رنګ ؤ

بار په حسن کږې څانګي له مستۍ وې

 

څوک خبر نۀ ؤ چي څوک دی معتبره

وېش د رنګ ؤ ټول له هر څۀ نا خبره

 

زۀ چي لاړمه له باغ څخه و ښار ته

ځان د ځان په رنځ اخته ؤ ژوند سوزي وه

اورول د قصيدو وۀ بل څۀ نۀ وۀ

نۀ حيرت ؤ نۀ ښايست ؤ نۀ مستي وه

 

باغه! لاري دي پر موږه بندي مۀ شه

ښاره! برخه دي د باغ پر قدم تلۀ شه

 

( د رنګ تنده )

 

سترګي

 

پوله پوله د مشرق يې ده ليدلې

خښته خښته تاج محل يې دی ليدلی

د مغرب کوڅه کوڅه که لوی سړک دی

تر ماڼۍ د واشنګټن هم رسېدلی

 

د لرغون يونان اثار يې هم کتلي

د ايران په هر يو باغ کي را تېر شوی

که زيارت که رنګ محل دی، په يوۀ کي

يا په بل کي يې نظر دی را ګېر شوی

 

پاڼه پاڼه د ګلشن پر دې ګواه ده

دۀ ليدلي دي ګلونه او رنګونه

هنر مندي ګوتي وايي دۀ ليدلي

د دلبرو تراشل شوي پيکرونه

 

سترګي شته، دي نشته سترګي د لمانځلو

نشته نشته ځان ليدونکی نظر نشته

نشته نشته د پټ رنګ ليدونکي سترګي

نشته نشته تا کتونکی هنر نشته

 

 له کتابه را وتلی نظر ښۀ دی

ستا تر باغه رسېدلی نظر ښۀ دی

د رنګونو په ګلشن کي بې قراره

د پټ رنګ هوس سوځلی نظر ښۀ دی

 

( د رنګ تنده )

 

دلداري

 

د سرو ګلو دلداري که په کتو د

دلداري که د نغمې په اورېدو ده

که نظر د مسيحا د رنځور ژوند دی

دلداري که تشول د ډکو زړو ده

 

ننګياله! حمايت دي دلداري ده

ګلبدنه! نزدېکت دي دلداري ده

 

تا پوښتل کله وفا ده ستا په حق کي

د رازونو بار د زړۀ پر اوږو وړونکيه!

در کتل لويه جفا ده ستا په حق کي

د دنيا له هري سترګي پټېدونکيه!

 

لېونيه! پټول دي دلداري دي

لېونيه! هېرول دي دلداري ده

 

زړۀ دي غواړي که نۀ غواړي کله کله

دلداري د اسوېليو اورېدل دي

زړۀ دي سوځي که نۀ سوځي څو شېبو له

دلداري د چا فرياد ته غوږ نيول دي

 

و ګزار ته ځان سپارل هم دلداري ده

د چا ناز ته موسېدل هم دلداري ده

 

هر يو شرنګ زما دا ستا د شرنګ همدم دی

اې زما د خيال د شرنګ د ښار اميره!

هر يو رنګ زما دا ستا په رنګ کي رنګ دی

اې زما د خيال د رنګ د ښار اميره!

 

اورېدل مي ستا د شرنګ هم دلداري ده

او ليدل مي ستا د رنګ هم دلداري ده

 

( د رنګ تنده )

 

تمنا

 

چي رڼا وي هېره کَړې زما لاره

د نظر و خوږېدو له چي څۀ نۀ وي

ګل د خپل رنګ په حرم کي وي ساه تنګی

يو قدم چي د باغ خوا ته مي زړۀ نۀ وي

 

د ترخو يادونو غرونه غرونه راشي

د خواږۀ ياد په حسرت چي ژوند لمبه وي

د ځيګر بزم چي سوړ وي تودېدو لې*

نۀ نغمه وي نۀ د رنګ خوږه قصه وي

 

هر سړک او هر محل په غېږ کي واخلي

بې خوندۍ وي وزر کَړي پر هر لوري

په کتو د هيڅ يو مخ هم خوږې نۀ شي

سترګي وسوي چي و کوم لوري ته ګوري

 

په دې وخت کي اخستو له يوه ساه هم

که هر څو ما له روا نۀ وي روا شي

لاس نيولی مي بيا ژوند ته حواله کړي

يوه نوې تمنا مخي له را شي

 

*لې: له يې

 

( د رنګ تنده )

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Image Description

حبیب «س » سهیلي پښتونخوا