د باقي دراني شعرونه
۱
نه سقــراط د زمانې يم نـه د بېل زمان سـړ ی يم
زه باقي پـه خپل وجود کې يـو روان دوان سـړ ی يم
خوشبويي رنګه پېکر يم ، ګم ګشته شانتي صدا يم
نـا رسـا غونـدي خواهش يـم او ارمـان ارمـان سړ ی يم
د ساړه ژمي ګلاب يم ، د سيلۍ وږی مـارغه يـم
د بهار د ښکلا يـاد يم ، د خزان - خزان سړ ی يم
لاشعورمي چې راويښ شي احساس وڅېړي شاعـر شم
چې شعور وته داخل شم بيـاحېران حېران سړ ی يم
په دې دور کې د خوښۍ او کامرانۍ شعـار بدل شو
زه د بېل نظـر خاونـد يم او د بل جهان سـړ ی يم
ته همېش د بل په طمعه زه په هيلــه د بادار يم
تـه د بل فکر والا يې زه د بېـل ګمــان ســړ ی يم
زه يو کس د خپلي لاري ، تش ريشتا مي وظيفه ده
نه د چا د غـاړي توق يـم نه پر چا تـاوان سړ ی يم
عشق زما نه روايت دی، نه جذبه ، نه فلسفـه ده
زه مجنون غوندي کس نهيم دفرهادپه شان سړ ی يم
*******
۲
سار ی يې څه ګورې ساده! د اشنا
چرته څـراغ چرته څېره د اشنا
راســره درومي همېشـــه په سفـر
کلــه خوشبو کلــه قيصــه د اشنا
زمـا څېـره دومــره نـاوړه نـه ده
کـــږه وږه ده آينـــه د اشنا
دا محبت بس هم دغومـره خو وي
تش انتظـار ، يـوه لحظه د اشنا
له کومي خوا يې افسانـه راخستی
په کوم طرف ده اشـــاره د اشنا
زندګي تش كرل رېبـل خو نـه دي
راشـه چې و څېړو نغمـه د اشنا
زمـا د فکـر تـر الـوت اوچتــه
تـا ده پېچلې افسـانـه د اشنا
زه خو يې مينــه تر ابـده غواړم
ګوره لا څـه وي اراده د اشنا
زمــا د عمــر اثـاثـه ده باقي!
يوه مسـکا ، يوه وعده د اشنا
******
۳
وي همېشـه اهلِ نظر لکه په اور کې ولاړ
زما د لاري همسفر لکه په اور کې ولاړ
چې د ضمير سودا هيڅکله قبلولای نه شي
دلته هماغه دي اکثر لکه په اور کې ولاړ
خلك د کوم نوي فريب په تعاقب کې لاړه
د حق د لاري پېغام بر لکه په اور کې ولاړ
ته خوصبا غوندي سهار پرسرو ګلونو درومې
زه يم تړ لی مقّـدر ، لکه په اور کې ولاړ
ستا څالاکې تا همېشه تر محلونو بيايي
ســاده وګړي د خېبـر لکــه په اور کې ولاړ
دوۍخو له موره پېدا شوي دي آزاد وګړي
موږ له پېړيو در بدر لکه په اور کې ولاړ
د وخت مهـار د ثنا خوانو په لاسونو کې دی
اهلِ قــــلم ، اهلِ هنر، لکه په اور کې ولاړ
چاته احساس ښايي زما د زړه چاودني نه وي
وخته ! باقي يم يکـړ سـر لکه په اور کې ولاړ
******
۴
توره شپه ده لاره اړه
ته بې سر نه کړې يکړه
نه دي زه د زړه څراغ شوم
نه مي ته د لاس لکړه
دا واړه واړه لعلو نـه
خدايه بېل مه کړې له لړه
زه همېش يم په دې ډار کې
چې بدل نه شې ناوړه
راشه بېرته سره روغ شو
زما سر ستا يې مچړه
دا د سر يوه ســايه مو
چرته و نه کاندي دړه
غمجن زړهله چې مرهم وي
هغه لی وځي له نـړه
کډي لاړې وسپوږمۍ ته
موږ لا ګرځو پر دې تړه
باقي لاړ خزان خزان شو
بختــه چرتـه يې نـاوړه
٭٭٭
۵
شاته پـاته شوم له كوچه، دماشوم په شان روان يم
د خېبر په لويه لاره پر ېشان يم پر ېشان يم
د شپېلۍسپېځلی غـږ يم همه تن ارمان ارمان يم
د اوږدو خيالونو لاړ يم پېوسته ګمان ګمان يم
هغه پېر د پسرلي ؤ چې وو لاس تر غـاړه دواړه
دغه وخت د انتظار دی او زه خلـی د خران يم
يو مارغه د دنګو غرونو د فطرت تر جبر لاندي
په ځنګل کې د فکرونو ګمګشتـه يمـه حېران يم
ماځيګر- پېئلی سر د لمر په غشو دی ماښام ته
د رڼـا څو اميــدونـه پر اوږو روان دوان يـم
له پېړيو لكه درخته د صحـــــــــــرا يم بې ثمره
لا ترڅو به انتظـــار كـړم ، لا ترڅو به دغـه شان يم
زه د خيال پر براق ګرځم د فطرت پر منظرونو
کله باز د دنګو څوکو کله څاړ ی د دامان يم
دوعدې په شپه را نه غلې انتظــــار دي زما مل ؤ
اوس پېکر د بېلتانه يم او سندره د هجران يم
د ګل زخم به مرهم كړم، دخار څوکه به کړم پڅه
زه باقي د غم دوا يـم د ويشتلو زړو درمان يـم
******
۶
تال شوم ، تـرنم شوم ، تـرانـه شومه
زه د ښکلي ژوند يوه نغمه شومه
ستا د ښکلا غږ شوم او را پورته شوم
ستا د عشق پېکر شوم آينـه شومه
مست د استغراق په خم چې مینې کړم
بيا ورګــډ د قېس په قافله شومه
خلی د صحرا وم چرته پروت ومه
رنګ شومه ، رڼا شومه ، رتبــه شومه
چرته د وخت غږ شومه چا واورېدم
چرتـه د اوږدو شېبـو قِصـه شومه
څه وشو که ستـا د جبر شـکار شومه
زه د وطن خاوره وم خوړده شومـه
کله مي د چا د کِبر خول مـات کړ
کله بيـا د چا د عېب پرده شومه
خوږ غوندي آهنګ وم د خواږه رباب
ګـډ د استبـــداد په تماشــه شومه
هسي دي يـادونــو پر ېـشــــانـه کړم
چا ويل چې زه لـه تـا خفه شومه
عشق دی هغه رنځ چې پکې زه باقي
درد شومـه، لوګی شومـه، وړنګــه شومــه
******
۷
د نېکمـرغۍ ځـلانـده لمر بـه لـه تيـارې راوځي
که خدای کول يـو روڼ سحر بـه له تيـارې راوځي
زمـــا خلوص درپسې يبلي پښې روان روان دی
پـه دې يقين چې ستـا نظــر بـه لـه تيارې راوځي
چې يې دېـرې دخپل اولس دي تل پرنونه باندي
هـغــه ملګـري د سنګـــر بـه لـه تيـــارې راوځي
څومـره زلمي د ي د مـزار و دروازې تـه ولاړ
پـه دې اميــد چې قلنـدر بـه لـه تيـارې راوځي
دوی انتظـــار کوي د هغي نـه راتلونکې شېبې
چې د نجات يـو پېغــام بر بـه لـه تيارې راوځي
د پـســرلي زېـر ی بـه وشي، انتظــار بـه کوو
شفق، صبـا او سپين سحـر بـه لـه تيارې راوځي
رمې رمې هيـــلي زمــا او ارمــانـونـه د ژونــد
کاروان د مینې دی بهــر بـه لـه تيـارې راوځي
زړه راتـه وايي چې بس خپل مـزل جاري و سـاتـم
ګـرانـه خو نـه ده چې سفــر بـه لـه تيــارې راوځي
زمــــــا يـقين دی چې منــــــزل ته به لازم رسېـږو
او هـر وګړ ی اوچت ســـر بـه لـه تيــارې راوځي
چې ســـــره روغ کـړي د هېـواد کاڼي او بوټي باقي!
د اعتبــــار هغــــه هنـر بـه لـه تيـارې راوځي
۸
افسانه غوندي روان ژوندون زما دی
نيم يقين او نيم ګمان ژوندون زما دی
چې لاپوهه يې پـه متن هم څوک نهدي
د هغو کرښو عنوان ژوندون زما دی
يو آواز دی د تېــــر شوو مهــــــــــالونو
ازانګــه د کوهستـان ژوندون زما دی
اندېـښنې دي ســـره درومي دلې دوري
د فکـرونو يو جهان ژوندون زما دی
چې تر اوسه لا پېهم په مخه درومي
د هغو شېبو داستـان ژوندون زما دی
د ګلونو په ستـاينــه ستـړ ی نه شوم
پر اغــــزو روان دوان ژوندون زما دی
زمــا کـور دی د فطرت پر دنګه څوکه
نه بهــار او نه خزان ژوندون زما دی
نه څه هوډ نه يې مغزینه هسکه غاړه
د ساړه سيوري په شان ژوندون زمادی
زه باقي که هيڅ هم نه يم محسوســېږم
دخوشبو په شان عيان ژوندون زمادی
******
۹
څوک چې لاندي د پست فکر تر اثر شي
خپلي خاورې ، خپل وطن لـره خطر شي
د رڼـا کاروان بـه څه په وړانـدي بوځي
که د وخت تر غبار لاندي ژړ ی لمر شي
ښــه کتـاب او نر وګړ ی په دنيــــــــــا کې
د خال خال سـړو هم کم کم په نظر شي
چې راوړ ی لا چـــــــــا نه وي پر لبــــــــــــانو
هغـه لفـظ د يو مين د زړه نشتـر شي
چې پېکـر د سبــا هم په تېکېر ګوري
خدای دي وکړي چې پېـدا هغـه نظـر شي
د اختيـار پر بام هماغه کارغه ناست وي
چې لايق د څه مسند نه وي مګر شي
ابـدي بـېقـــــــــــــــــراري يې په رګـــــو وي
هغه څوک چې ستـا په ستر مقام خبر شي
که مي څومــره هم زړګی زخمي زخمي وي
ستـا نظر ورباندي پرېوزي روغ پرهــر شي
چې شاداب کړي خپل وطن په سرکۍوينه
هغــه کس د استقلال ښکلی پېکر شي
سر يې لوټ کړي مارغان والوزي له باغه
خو الـزام يې د باقي غريب په ســـر شي
******
۱۰
هر يو پر خپل شينکې اسمـان روان دی
زه شـاتـه پـاتـه يـم كاروان روان دی
لکـه آهـو د دنګـو دنګـو غــرونـو
زمـا جانـان همـاغـه شــان روان دی
نـه زړه لـري نې پـر چا سوځي دنيـــا
وخت بې احساسه دی روان روان دی
تـه خپل غمونه پر څېره مــه راوړه
خلګ بـه وايي چې خفګان روان دی
سپـيـنـــه كوتــره بــه لا کلـــه راځي
حرمت يې دلتــه د پېمــان روان دی
مـوږ د خوشحـال بېتـونـه هېر کړه واړه
اوس پـاڼـه پـاڼـه يې ديـوان روان دی
لـه هغـو تـږو د کوثـر هيلــــه ده
چې په سـرو وينو يې ګزران روان دی
رنجش تر څـه مهــالــه نور هم ساتي
دلتــه همـدغـه يـو داستـان روان دی
تمـــام لـري ، هــــره دردنـاکـــــــه شېبـــــه
د اميد ستور ی مي روښان روان دی
ژونـدون د ســــــتونـزو آمـېـزه ده باقي!
لکـه د عمـر امتـحـــان روان دی
۱۱
پاته جنون دی، نه سودا ده په دې ښار کې پاته
زړګيه! کومه چار زمـا ده په دې ښار کې پاته
د نصـرت څلی د تقــدير په زولنو تړ لی
دا يوه نخښـه د بېګا ده په دې ښار کې پاته
يوه لحظـه شوه د وحشت، د مدتونو مقتـل
نه غـږا چرته ، نه رڼا ده په دې ښـار کې پاته
ته به تر څو ورته مېشته يې، تمنا د ديدن!
تشه وعده د بې وفا ده په دې ښار کې پاته
عقل به څنګه دجنون شلېدلي ګرالبي ګنډي
نه تمنـا شتـه، نه لېلا ده په دې ښار کې پاته
ستـوري، سپـوږمۍاوڅراغونـه دمــاښـام چرته دي
بس توره شپه ده او بلا ده په دې ښار کې پاته
اوس که ته، ته نه يې، زه زه نهيم خوبياهم اشنا
يو حواله زمـا او ستا ده په دې ښـار کې پاته
ناوې د مینې ده لا کله له دې ځايه تللې
مګر خوشبو يې د حِنا ده په دې ښـار کې پاته
خانه بدوشــه د وطن کفن بدوش دي چرته
تشــه ژړا د بې نوا ده په دې ښــار کې پاته
ځه د ايمان تانګونـه وتـړه دفاع يې کوه
باقي! تر اوسه لـږ رڼـا ده په دې ښــار کې پـاته