د سید شاه سعود شعرونه
غزل
خوښ يمه خفګان رانه هير شوې دی
ښه دہ چې خپل ځان رانه هير شوې دی
اوس مې هم لمدې جامې په غاړه دي
ګرځمه باران رانه هير شوې دی
نن له حده ډير ليونی شوی یم
روغ مې دې ګريوان رانه هير شوې دی
زغره مې په خوب کې هم اغوستې وه
امن او امان رانه هير شوې دی
زوی ته یې له ډیره درده ووئیل
غوږ کې دې اذان رانه هير شوې دی
لاس یې راکه بيا يې راته ووئيل
نوم دې په ايمان رانه هير شوې دی
سر تندی مې نه لږي سعوده چې
ذکر د جانان رانه هير شوې دي
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
غزل
مینه ټوله د غنمو د دانې هومره هــــــــم نه وه
دا کیسه خو د یو ټکي د مانې هومره هم نه وه
عشقه هســې ځان پرستو د رندۍ دعـــوی کولې
میخانه یې ستا د تشې پیمانې هومره هم نه وه
زه او ته پرې سوزیدلو مګر مینه مـــــو تر منځه
د لمبې او د لوګي د یارانې هومره هــــــم نه وه
د رڼا په وینو سره شوه چــــې تیاره ترې رژیدله
د لیندې مخې ته شپه د نشانې هومره هم نه وه
چـــــې دروغ یې راته اوی نو زما زړه یې ساتلو
زما تمه ترې د دغې بهانې هومــــره هــــم نه وه
انتظار کې دې کړه تیره زندګي ورته سعــــوده
او جلوه د یو زمبل د زمانې هومره هـــــم نه وه
غزل
راشه ګني ﺯړه ته یې ساه نه رسي
ګوره دا سړی تر سبا نه رسي
هلته له تيارو سره په جنګ يمه
چرته چې د نمر هم رڼا نه رسي
لويه نړۍ ټوله تقسيم شوی ده
برخه پکې اوس هم د چا نه رسي
نور رانه پرې ټول کلی خبر شولو
بس خو دا خبره تر تا نه رسي
ژوند رانه بې حده پورته شوی دی
قد ورته سعوده ﺯما نه رسي
وخت به مې هرڅه سره بیا وتړي
بلا موده پس مې سګرټ وڅښلو
پرون لوګی لوګی لوګی ومه زه
خلکو ته هم څه عجیبه ښکاریدم
سر مې ببر و لیونی ومه زه
څلور ساعته مې بغیر له دمې
په سره غرمه باندې مزل وکړلو
سترګو مې اوښکو سره وپیژندل
سره په ګډه مو غزل وکړلو
شپه مې د چت د پاسه تیره کړله
د کلي منځ نه به مې ښار ته کتل
ته به نو څنګه په قرار ویده یې
بره کوټې نه مې بازار ته کتل
ځان سره هسې ملامته ومه
ستا په خبره مې یقین کړی و
ځکه نو داسې بې قراره ومه
چې په ښېرو مې دې امین کړی و
مګر اوس ښه ده راله خوب راغلی
دا پټې سترګې به مې ملا وتړي
بغیر له تا به زندګي تیره کړم
وخت به مې هر څه سره بیا وتړي
غزل
سترګې بل څه له پیدا وې رڼا بل څه له پیدا وه
مونږه بل څه ترینه جوړ کړل دنیا بل څه له پیدا وه
دې له نه وو سوداګرو چې بازار ورپسې يوسۍ
غرونه بل څه له پیدا وو صحرا بل څه له پیدا وه
موسکا دې لپاره نه وه چې دوکه پرې چاله ورکړې
موسکا مینه وه ظالمې موسکا بل څه له پیدا وه
مخ تصوير لپاره نه و اداکارې ! دنيا دارې !
شرم بل څه له پیدا و حيا بل څه له پیدا وه
د ژړا مرتبه لویه وه توبې پرې قبلیدلې
نمایش لپاره نه وه ژړا بل څه له پیدا وه
زندګي يې زندکۍ لپاره تیره کړه سعوده
مجنون بل څه له پیدا و ليلا بل څه له پیدا وه