"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د نورمحمد لاهو شعرونه - دویمه برخه

 


                                                    بې‌ګناهي


 

یوی مور د وژل شوي زوی سینې نه

وینې سور غشی راوایست

وې : بې زویه دې کړم ولې ؟

ورته غشی په ژړا شو

وې ویل : زه هم شوم بې موره

هغه پورې ونه وینې ؟

چې یوه ګوته یی نشته

هماغه زما مورکۍ ده

هماغه زما مورکۍ ده


 

                                        ته خپه یې !  


لکه زړه  د مساپرو  ددې ښار ټولې کوڅې دي تنکې شوي

سمندر مې وړه لپه کې ویده شو

غواړم ومرم    

سړی څنګه خپله لپه کې  ځان ډوب کا  ؟     

 

څنګه شړکنده باران دی

یوڅوک شته چې زما تخرګ کې

هیره شوې شنه چترۍ مې  را په یاد کړي  ؟

کاشکی هروخت زما لاس کې

کنګل شوې پیالې  غږ راته کولی

 * * * * 

 ته خپه یې 

اویاران هم لکه زاڼې  په سفر راڅخه راتللي

په پښو مې سرې سکروتې لکه زخم راختلي                                                                                                                                                            

په لوی پارک کې ددې ښارهم کار روان دی  

سړی چیرته او د کومې ونې لاندې ستړی جسم خپل هوار کړي ؟

هلته ګوره ! 

څراغ خپلو لوټل شویو رڼاګانو پسې لاړو

  ته لا هم لکه ماشوم نه پخلا کیږې 

غرقه شپه ده د شرابو میرات مړی دوکان کولپ دی

وه زما په تیاره ژوند  خوشاله یاره !!    

 وایه څومره تیارې وڅښم چې نیشه شم 

څومره درد  زخم ته ورکړم چې ته خوښ شې زه  ویده شم

 

اې   چاکلیټه !  

    ! جواهرو  

اې ګلابه  !  غږ مې اورئ  ؟  

تاسو خپله ورله ورشئ که پخلا شي !

ورته وایاست  چې د باغ د ویالې غیږ کې

 څو شیبو کې زړَه شوې  یوه دنګه ځوانه ونه  هر وخت ژاړي   

او خالي تشو لاسو ته

ستا له شنې خوږې لمنې بیرته خپلې شیرچايی شګوفې غواړي  


 08.12,2020  

 


                         کاپي شوی رنګ

 

 

ته یوازې یوه پاڼه

دګل پیغله لمده څانګه

دزرغون الماس په پیو

لویه شوې ونه نه یې

ته تیاروکې را شین شوي سپین ځنګل یې

چې مې کله په وزرونو باور کم شي

په لاسو دې مرغۍ کیږم

 

+ + + + 

دشپیلۍ په سوې ژبه

راشین شوی یکه زار او ټپه نه یې

ته مې یونَیستان چیغې د خاموشې زندګۍ یې

 

ته یوازې یوغږ نه یې

ته یوپوست مهین موزیک یې

دسازونوپه تارونو

اودپاڼوپه شنو ژبو

دمرغانوپه سندرو

دغنمو د موجونو په غږونو کې ټوکیږې

 

ته دمینې

دزرګونوکتابونو یولنډیز یې

ته د حُسن یو زړه وړونکی ښکلی رنګ یې

چې لاهم د پسرلي

هریوه ګل ته کاپي کیږي

 

                                        د کارغه ترخې سندرې  

 

 

ژوند د باد سپینه لمن کې

را ایسار یوښکلی بوی د سرې مڼې دی

یو احسان او  امانت د تورې شپې د رڼا ګانو په ښایست دې

های افسوس !

د بنیادم  د مجبور روح بې ګوتو لاس

زیرمه کولی زمان  نشي په قفس کې

  

راځه ولیکوپه پاڼو   

زندګي  یوه دوکه ده   

یوشیرین اوپوست انکار دی له خپل ځانه اوله مرګه

او یوشک دی چی د رنګ او دیوګل ترمنځ زرغون دی

بیا راځه !

 چې دزمان په دیواله باندې خپل ځوړند کاریکاتورته 

له خندا په ځمکې  مات شو

 اودمرګ له تورو سترګودبیخود عقل تیاروکې دواړه ورک شو   

د خوږو نیشوپه ډنډ کې

له غوږو  څخه مو تو کړو د کارغه ترخې سندرې

  

* * * **  

     

 په پستو ګامو رادرومه 

 

زما زړه نه خپل شیندلي زهر ټول کړه  

 چې زما دمټومنځ کې دې سر سپین شي     

په دیوال پورې ګڼډلي لاس مې پریږده

. په اوږې بیرته راځړوند شي   

راځه  ! 

بیرته هغوځمکوکې راشنه شو  

چې ډيروخت شو

تا اورونه پرې کرلي

.


 

                         ته ښځینه رنګ یې دسرو زرو

 

 

ته دجنت دیوه نوي ټوکیدلي ګل له شونډو

څڅیدلې  هغه  رنګ وې  

چې د خدای نقاشو ګوتو  ترې د حورې ښایست  جوړکړ

بیایې ماته دې نړۍ ته راوستلې

 

ترتامخکې ټول رنګونه تور اوسپين و

ته چې  راغلې دا نړۍ ټوله رنګه شوه

چې هرځای دې قدم کیښود

له هرپله دې

 د ګلابو

 شکل  جوړ شو

    

ته د رنګ او نور باران یې

 په هر لور یې شیندل شوې       

څوک به تا څنګه د تورو وړه لپه  کې راټول کړي

 

 

او ته  توره مرغلره د  انګور یې  

تکه توره بَکره  ګوړه د خرمایې

چې ماښام کې د روژې

او مازیګرپه میکده کې

څښل کیږې

 

اوته هغه له رنګونو ډک  کمیس یې   

چې هرکال

 دپسرلي 

په شوخو ګوتو

 هر یو  بوټي ته په شوق  اغوستل کیږې 


 

15.3.2021

 

 

 

                                                   غزل

 

رڼا ګانې  دې څیره کې کنګل شوي   

ځکه شپې  مې په سینه کې کنګل شوي   

اننګي یې  سره  په رنګ نه دي غلط شوې

سرې لمبې دي په غنچه کې کنګل شوي    

هره څانګه باندې ستا  د  دنګې ونې  

یخ  یخ سیوري په غرمه کې کنګل شوي

ستاپه زلفو کې د ستورو  رڼا ګانې

آیینې دي بیا په  شپه کې کنګل شوي  


                                                        وړې کشتۍ

 

چې ماښام په خپلو ګوتو

ددې سیند سپينې څپې یې تکې تورې رنګولې

ته  هم هلته  وې ولاړه

له سپين مخه دې رڼا وې رالویدلې

او دې سیند به بیا سینې پورې  ټومبلې     

لکه څو سپینې ډیوې  د نیلوفر  په څیر  اوبو  نه وې وتلې

له هغې ورځې  راهیسې

سیند له ځانه سره  ریږدي

فقط باد په دې پوهیږي

 سیند چې  غواړي ځان راټول کړي  

بیرته چاپسې ښوییږي ؟

د چا عطرغواړي  راوړي ؟

چې  څپو  نه یی وړې کشتۍ جوړیږي

اوپه دې خو ته پوهیږې  

  سیند چې تاته نژدې کیږي 

له حیا

ولې څپو کې خپل  پټيږي ؟

 

 


                               زنځير

 

غومبورو نه  د اوښکو زنځير لیره کړه

جانانه !  

 پسرلی دی زنداني کړ

 


                                                                   باران

تر تا وروسته   

 باران ولې 

ستا د زلفو تازه بوی کا ؟    

 

                                                       لمده لمبه

 

او باران هم

د څراغ لمبه لمده کړه

 د ښایست خوږه  رڼا يی  ورته نوره هم تازه کړه 


 

                                                                دوه ماران  

ستا پستې او دوه  غلمینې  نرۍ ګوتې مې پر شونډو

 لکه دوه  تازه  ماران     وڅښیدلې

 ورسره مې شونډې ورو  ورپیدلې 

تاوې : څه دې وویلې ؟

ماوې : کاشکې د مارانو همدا لار شي

 


                                                               هڅه

باد ډيره هڅه وکړه

 په کمیس دې شیندل شوي ګلان وڅښي 

بیرته تږې ګوتې ستون شو

خبر نه و

چی ګلان دې په لمنې راشنه کیږي


                                                                                          توتکۍ

   

غیږې د بادامو په ګلونو  شولې سپينې

داته څه شوې توتکۍ  بي بي شیرینې  

 چا مینځلی ددې غره له حافظې نه

 پوست شمال ستا د وزر  اوږدې  مهینې 

 

                                                                            

                                                                          دځمکې حافظه

 

او که اور چیرې غوسه کې

  د ځنګله په دنګ  قامت خپل نارنجي لاسونه تاو  کا    

د مارغانو خوږې  میندې به د خپلوماشومانو

 د شنو چیغو هغه سوې موسیقي 

 له خپلو سترګو څنګه توږي   

چې د تګ په وخت  ترې اور کې هیره شوې ؟    

 * * * *  

  او د هغې تنکۍ ونې  په شنه زړه به څه تیریږی 

چې د اور تک سورکمیس د بلې ونې  

 شیبه وروسته دیته هم اغوستل کیږي     

د اورونو او د باد ګډې  نڅا کې

پیغلتوب یې لکه تک سپين بَکر ګل  

 خړو ایروته ډالۍ کیږي  

 * * * ** 

زړه مې حال باندې د  سروې او کاج سوزي

 دغه تږې او مشرانې ماشومانې 

 د اور شونډې لکه تيان د بارانونو   

 تر  ریښو  پورې خپل روي  

 ورسره یې سلسله د پُښت  ختمیږي 

اوهویت یې ترابده مسخه کیږي  

شنه لمن یې بیرته نه رازرغونیږي

خو  یوازی  نسترن بیا نه پوهیږم

 چې له خپلو ایرو څنګه راپاڅيږي 

او په خپلو سویو ګوتو د ژوندون په  شیرچايی پاڼې

له سره انځوریږي ؟   

 اوکه اور چيرې غوسه کې  

 دځنګله په شنه  قامت خپل نارنجي لاسونه تاو  کا   

خواره ځمکه به څه کاندي

هره ونه یی د لاس رنګینه  ګوته

چی د لاس ګوتې یې نه وي                                                                                                         

بیا به څنګه دا یاغي لیونی سیند ځان ته ایسار کړي ؟

 سیند که  څوک چیرې  تم نه کا 

دا  بوډۍ ځمکه به تندې څخه ومري

 

اوکه اور چیرې غوسه کې

دځنګله په دنګ قامت خپل نارنجي لاسونه تاو کا  

                                                                                      دغه ځمکه به اخته په الزایمر شي  

بیابه نه پيژني ونې

زرغون مخ د پیغلو څانګو په سپرلي کې  

شهنایی د پاسته باد په نرمو پاڼو  

یوڅوک شته ؟

 چې ددې ځمکې په سره  اور ککړې ګوتې ورته پریولي  

یوڅوک شته  

 چې اوبه تم کړي ؟ 

او  د  ځمکې حافظه

 بیرته وژغوري  ؟

 


                                                      ساغر  

 

وخت ساغر شو د بدمستو زورورو  په لاس پریوت

کله مات کله یی جوړ کا  کوزه ګرو په لاس پریوت

 

خدازده کوم غلام یی بیا راته په کوم غلام به پلوري

دا یوسف وطن مې بیا د سوداګرو په لاس پریوت

 

خدازده څومره خیلخانې د دنګو ونو  به لمبه کړي

یو انګار له ګلابونو د نښترو په لاس پریوت  

 

 

 

                                                                  تبر  او  باد

 

باد  د کومې ونې  څانګې څخه تبر راغلا کړی  ؟  

د سوسن او د نرګیس د مخ رګونه یې جړپړ کړل

نیمه شپه له شنوباغونو  

 لکه پاڼې زخمي شوې چیغې اورې ؟    

د هر ګل په سره غوټۍ کې

لکه عطر د سنځلې      

 یوه پیغله نجلۍ اوسي

 


 

 

                                    غزل


سترګې یې نن بل شان تورې کړې دي

شمسه ګړندیه !  ما درونیسه

‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ماته توپان شوې ده د ګل وږمه   

پیره  !ګل سړیه !  ما درونیسه

تاته ،  نڅا ګانې مې راوړی دی

باد یمه پیکیه ما درونیسه  

زه هم دغاټولو زخمي پاڼه یم

داغ مې پر زړګیه ما در ونیسه

خرَپ سره په پوندې دوړې پورته کړه

ډول ته مست ځلمیه ما درونیسه  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شمس کړندی : په غزنی کې یوزیارت دی چې پیریان تابع کوي

 

 

                                                   سوزیدلي عطر


  چې مې ستا له ګله مخه خوله اخیستې ده سوزیږم 

لکه عود

 د دود پر ځای

 راڅخه عطر پورته کیږي

 

 

                                                                  باران


څنګه شړَکنده باران دی  

څه یولوند موزیک غږيږي   

      د کړکۍ د شیشې شاته

خپلو مستو شیرچايی وړانګو په منځ کې

  اې ولاړه   خوږ ګلابه  

د چینار غږونه اورې ؟

له بورې او له شکرې جوړې پیغلې

همدغلته لکه شات په مرتبان کې د شیشې له شا را ګوره

باران شوخ دې تا به غیږه کې اوبه کړي


 

 

                                                    چې ته لاړې

 

 

د هر بوټي له کمیسه لکه وړانګه  شین رنګ والوت

ګلابونو غریبی نه  خپل ښایست په یوه څاڅکي باران خرڅ کړ

د کړکې پر آیینې مې  ستا په ګوتو د سپرلي لیکلی نوم

 راته د زخم په څير درد کا  

څوم کال شو

دې ګردجنې آيينې ته باران لاس ور وړی  نه دی

 

ها دردمنه شنه شپيلۍ چې

 ستایادونه یی سینه کې په نوا  وو

زما جسم کې دننه ، سره لمبه شوه

 

چې ته لاړې

 

ستاپه تګ سره دنیا هم شوه  بې رحمه

 یوه سیند هم تر تا وروسته 

 خپل یوکب خپلې سینې ته بیا پرینښود 

 

چې ته لاړې

 

دیوالونو نه  کړکیو سفر وکړ

زما لپو  نه ،  مرغیو سفر  وکړ

له صحرا نه لکه شرم  سور  رنګ والوت 

ترې مَیینو  سرو  ریدیو  سفر وکړ

 

 راشه راشه 

په پستو پستو پاپیو

نوره ساه درپسې خیژي د هوسیو

 

دادې ډير فصلونه وشول

هر ډنډر څخه تصویر د خپل ګل  هیر دی   

راشه راشه !

 چې له سره حافظه د بوټو  بیرته را ژوندۍ شي

 

راشه راشه

چې بې تا دا  ټوله ځمکه زخمي ښکاري  

  

 


 

                                                            ماشوم

زما سترګوکې

 یو وږی ماشوم اوسي 

ستادمخ سپینه رڼا  ورته شیدې ښکاري



                                              د ګل عمر

 

ته کولې شې

د شونډو په تازه اوسرې رڼا دې

 په هنداره کې اورونه  نقاشی کړې 

 خو ډوډۍ ورباندې  نشی پخولی 

دخپل ګل ښایست له پیغلو خوشبویانو  غرور ټول کړه

دکوم ګل چې له سرو شونډو عطر څاڅي

عُمر لنډ وي  

 


                                                                    نقره يي پایزیب

 

هغې نجلۍ نه مه ډاریږه  

چې کتاب لولي

قهوه څښي

د شرابو   سره  نیشه یې د بنګړیو له شنه شرنګه شیندل کیږي   

هغې نجلۍ نه مه ډایریږه  

چې لوی موَ ج د بنفشو

او تر ځنډه د ښایست د ګلابونو  درمندونه

په پړوني  لاندې نه شي  پټ ساتلی

 

هغې نجلۍ نه مه ډاریږه  

چې له ویرې او ډار پر ته په کړس خاندي

مازیګر د چینارونو له شنه غږ سره  یوځای سندرې وايي

خپلې مړاوې مړاوې زلفې

د بادونو غیږ ته سپاري چې وناڅي

د ټیکري په جای نماز یو څو رکاته د غاټول ګلونه لمانځي

 

هغې نجلۍ نه مه ډاریږه

چې د حُسن سپين ګلان هر مازیګر ژیړې رڼا ته

د چینې په تږو تږو آیینو باندې ورشیندي

او د مخ شیرچايی سیوری

نیمه شپه د یوه سیند سپینو سندرو باندې مینځي

او د ډُهل نارینه غږ ته یې په پښو کې نقره یي پایزیب رپیږي

نو

هغې نجلۍ نه مه ډاریږه  

چې کتاب لولي

قهوه څښي

او نیشه یې د شرابو د بنګړیو له سره  شرنګه  شیندل کیږي   

 

 

                                                                       خامې میوې 

 

له ماشومتوبه زما سره ګلونه خوښ ول

سره انار سره مې مینه وه

 شاید چی په ځوانۍ کی به په تا مینیدمه 

د هر باغ تازه  مڼو ته به تر  ډيره ځنډه ناست وم

پکې ستا د خوږو شونډو  تکې سرې سرې خوشبویانې مې لوستلې  

ډير سوالونه راسره  وو  

ولې ستوري یې ټول سپین نقاشي کړي  

یو مریخ پکې تک سور دی ؟

او  ریدی خو  د بلها  ګلونو منځ کې اول ښکاري

 * * * **  

زمامخ ته غوړیدلی کتاب ګورې ؟

دوه مضمونه یی د جُرم او  ګناه دي

اوپه پوښ يې  لیکل شوی  نوم د وینو او شهوت  دی

یوه پوه یې په سریزه کې لیکلي : 

د نړی ترټولوښکلی اوسپیڅلی کتاب دادی

ورته ځير شه له هرتوري نه  یی سره رڼا بهیږي

چې زلمی شوم په دې پوه شوم

ولې  شونډې دې په لږ ې رڼا  هم روښانه بریښي  ؟

اوبهار ولې ګلاب ته  

ستا له شونډو نه رنګ پور کړ  .

 * * * * *

باد ته وایه لکه عطر تا په خپلو وزرو  راوړي

یاخوخپله لکه رنګ د ګیلا س  راشه

که څه هم زما د باغ میوې پخې دي  

خوچې سور رنګ پکې ستا د شونډو نه وي

هغه ټولې تکې شنې او خامې  ښکاري  

 

                                                                         دوې وړې کشتۍ

 

هغه پورې دیوال ګورې چې د سر پرازغن تاریې

  تکه سره غنچه ځړیږي ؟

ها  زما پرې شوې لاس دی

هوکې لاس !

دالوتکې له وَزَرَه رانه ولوید .

دکارغه وږې مښوکې  ! درته ومرم

  د دې لاس ګوتې مې واخله      

پر چړو دماشومانوڅڅیدلې چیغې مه خوره

 ایششششششششششش !

دغه ډزې بیا دڅه دي ؟

د سپیڅلي ابلیس غږ دی

په قهقه بیا ذلیل توب زموږه لمانځي

او د  وینو په دې ډنډ کې

دغه دوه زلمي بوټان دلته  دچا دي

لکه  دوې  وړې کشتۍ

ډکې له وینو کوم وطن ته په سفر ځي ؟

آ......های ! 

اې خپلو کورونو ته روانو څوټوپکو !

زما لپو کې لمدې سترګې مې اورئ ؟

زموږ دلته یوڅو پښې وې

هغه چا خپلو موزو د پاره وړي ؟



                                                     ته چې خاندې

 

آن له ستورو لکه ګل ګل  رڼا ګانې  

 تکې سرې مڼې  رالویږي 

ستا د کور په قد نمایه آیینې کې   

شیرچايی ګلان رسمیږي    

ته چې خاندې    

دشیدو یو تک سپين قند اوسور ګلاب

  دچا سینه کې اوبه کیږي  

آ......های !  غږ مې در رسیږي ؟

په خندا دې چې سرې شوڼدې وغوړیږي

زمامخ ته د انارو

 یو سور سیند ولې بهیږي  ؟

  


                              ته میخانه


 ته مې جومات یې 

پیالې ډکې  دشرابو

هاشراب چې په اسلام کې لا روا دي

ستاله سترګو راتشیږي

* * * **

چې  دې لمانځم ښکلې سترګې  

ستاله سترګو

هروخت خدای ماته راګوري

د سوسن او نیلفوفرو

خوږ باران راباندې اوري   

* * * **

زه چې ستاسترګوته ګورم

یوڅراغ اوس راسره وي

ځکه څوځله تیاره کې یم ورک شوی

ستادسترګو تورځنګله کې یم ورک شوی  

* * * **

دي ستا سترګې شاعرانې   

خوغزل زماپه ګوتوباندې لیکلې

زښته ډيرې  مهربانې

خوغزل زماپه ګوتوباندې لیکي

 

 

                                                                                  زه خپه یم

 

 

 

 زه خپه یم  

لکه غره کې یو وچ بوټی له بارانه

زه خپه یم

لکه ماته او زخمي زخمي هنداره  د یو تور کاڼی له کړَسه   

زه خپه یم

لکه شین او دنګ ځنګل د خپلې ګوتې  له سره اوره   

 

زه خپه یم

زه خپه یم

لکه خوار وږی فقیر له امیرانو

 یا عاشق د  یار په وره  له راځوړند کولپه 

 لکه  کب له یوه تږي تږي سینده 

 

غواړم ځان نه لکه ستا لوړه خندا

 هسې دنګ دنګ دیوالونه راچاپیر کړم 

 

پیړۍ وشوې زه د کاڼو په یو بت یم بدل شوی

زه درد  نه شم حِس کولی

 

خپل نوکان دې لکه دوې وړې چړې

زما زخم نه وباسه

زه درد نه شم حِس کولی

او زخمونه ژړا نه شي راوستلی

پریږده

پریږده

د زمان ددې ناځوانې رڼا شاته

د زخمي سیوري په څيرمې زوړ  وجود

د بدن په تازه وینو

نقاشي کړم

او

زه خپه یم  

 لکه غره کې یو وچ بوټی له بارانه 

 


                   په تمځای کی یوه نجلۍ

 

‎ښه خو دا و چې د ګاډي له کړکۍ مې

‎د سلام په نیت یوازې

‎لکه سره دسته د ګلو  

‎تاته لاس وای ښورولی

‎بیا په خپله مخه تللای

 

‎خو ما ځان  خپل  په تمځای  کې درته پریښود

‎له خپل سیوری سره يوځای په اوږده سفر  روان شوم

دا دی ډیرې مودې وشوې

‎نیم له تاسره تمځای کې نیم له ځان سره صحرا کې

‎تل دهغه مین کب  سترګو ته ژاړم  

‎چې یو چا پسې یې غېږه د سیند  پریښوه

وچو خاورو  باندې پریوت

اوس

د یو ګل له سکرو  غواړي

چې یو سیند ورته په څمکې نقاشي کړي

 

 


                   غزل                             

 

 

زړه مې ستا خوږو کتو څخه خپه دی

یو ماهی دی له اوبو څخه خپه دی

 

لکه لمر خپلې رڼا څخه په تنګ دی

لکه زخم له دردو  څخه خپه دی

 

ستا د کور مخ ته ټول عمر انتظار کې

لکه ونه  دریدو څخه خپه دی

 

خپل وزرونه یې په خپلو ګوتو مات کړل

یو مارغه دې الوتو څخه خپه دی

 

تنکۍ خوله یی بیا په وینو باندې سره شوه

یو کبلی د مور شیدو  څخه خپه دی


 

                                                                کړکۍ

 

 

څومره سخته ده

 باران دې لمدې مچکې  نورې نه شی رایادولی 

 

نیمه شپه کې د شپیلیو سوزمن غږ

ژړا نشي راوستلی

لکه یوه وچه او زړه شوې ونه

له بادونو سره نه شمه لاسونه نڅولی

 

او کړکۍ مې مودې وشوې چې یوازې د هغې هدیرې په لور خلاصیږي   

چې  د لمر له جنازې سره څوستوري پکې  خښ دي

 

او پیړۍ شوې

چې  ډبرې راته ګوري

چې څنګه  هغه سترګې رانه  ولویدې په ځمکې

چې تا مې د کور په دروازې وې رسم کړې


21/11/2023

 

 

                                                 وینه په شیشو کې

 

 

 

زړه مې دهغې

 شنې ډبرې په حال سوزي

  چې پیړۍ شوې له یو ګل څخه له ویرې  

د شیشې شاته پټیږي

 

او د هغه ځوان مارغه په مړاوې رنګ مې زړه  دریږي  

چې مودې شوې له زندانه  تښتدلی

سره ګلان ،  تازه هوا ده پرې چاپیره

خو دا  خپل  زاړه قفس  پسې خپه دی  

 

او

یو سړی دی زړه مې ډير ورته خوږيږي

چې دير وخت شو

یوه  چا ته چې نور نه شته منتظر دی

 

لکه زوړ کمیس کې ټکي

په بدن یې داسې سترګې راشنې کیږي

    

ټوله شپه  د جام شیشې یې

 په سرو وینو کې ځلیږي  

 


                                                                           د قبر شناخته

 

لکه دوې  پرې شوې پښې

 په خپل جسم پسې راغلم 

مامې ټوله زندګی را په شا کړی

زما ټوله  زندګی دغه واړه صندوق کې کولپ ده

های  ! څوک شته

چې ماته غږ کړي

زما جسم لکه شناخته په کوم قبر دریدلی ؟

غواړم  راشي  دا صندوق راسره یوسي

 


                                                                                   شین کړَس

 

 لکه قند او له سپوږمۍ نه جوړه شوې مرغاوۍ 

زموږ کوڅې نه تیریدلې      

د خندا هر یو شین کړَس دې  د بام سرته لکه ګل را واریدلو

ما غوښتل خوږې خبرې دې په غیږه کې ونیسم

یو ناڅاپه د یو پوست کاڼي په شانې

خپلې غیږې ته ګوزار شوم  

 

                                                                             ډيوه ګۍ

 

زړه دې واخله

زړه دې واخله

په سینې پورې دې جوخت کړه

دا ماشوم ګلاب نور مه پریږده یو وخت

 دچا د پښو لاندې زخمي  شي

د انسان مینه اخیره پورې نه وي

پخواني زاړه یاران هم اوس په خپلو کې پردي دي

بنیادم  دې لکه سیوری

تل دلمر په رضا درومي

زړه دې واخله

زړه دې واخله

په سینې پورې دې جوخت کړه

داماشوم چیرته ډیر لیرې له دې خلکو نه ویده  کړه !

دا چې لوڅې پښې روان یی

غواړې باد او بارانونه خپله غیږه کې بندي کړې  

څو رڼا ته نجات ورکړې

دا نیم ژواندې  ډیوه ګۍ دی هم له ځانه سره واخله  

توره شپه ده

چې د باد او د باران په ځای

خپل ځان زندانی نه کړې

د ګوتو شمیر

 

عشق  د هغه سړي  نوم دی

چې ماښام  شي ترسهاره  

په شپیلۍ کې کوي تاته دعا ګانې

عشق دهغه سړی نوم دی

چې یې اوښکې په لاسو کې کنګل شوي

د ریدیو سرې دستې یې  د لاسونو له رګونو راوتلې    

عشق د هغه سړي نوم دی

چې دا ستا په  خوږو شونډو

 راشنې شوې شیرچايی پستې رڼا نه

 ډکوي وچې پیالې د غزلونو  

دا  سړی زما آشنا دی

  زه یې پیژنم له وخته  

دا څو شپې یې  لکه سیند چیغې وهلې 

مودې وشوې ترې د ګوتو شمیر هیر شوی    

 او 

 پرون یې بیا په ما باندې څو ځلې 

خپلې ګوتې و شمیرلې :

 


                                                   زرغون رنګ

 

او

باران وفرمایل مرغۍ ته چې لمده شي !

مرغۍ وغوښتل چی له بارانه

 د  ونې په څانګې د زخمي شوي بچي حال وپوښتي  

خو باران   وخته د یوې وچې څانګې په رګوکې

 په زرغون رنګ و   بدل شوی   

 

 

                                                                                 تورې شوې رڼا ګانې

 

نیمه شپه ده

یو سړی دی  

داسې غږ یې له سینې راپورته کیږي

ته به وايې په ډبرې باندې  شرنګ شرنګ شرنګ

 د کړکۍ شیشې رالویږي  

نیمه شپه ده  آسمان وريځ دی

یو څوڅاڅکي د سرو وینو  

لکه څو   تک   سره خالونه

د  یو چا د کور په بام باندې ځلیږي

 د شپیلۍ غوندی زګیروی دی 

دوه کوترې

  له یو بله  جلا کیږي 

 + + + + + 

یو څراغ دی

په سکرو یې رڼا ګانې  تورې شوي  

هلته لیرې  یو څوک ښکاري

په لمن یې نسترن ګلان شنه کیږي

ښکلې غږ یې  

د سپوږمۍ غوندې

 له لیرې نه  ځلیږي 

 


                                                            کنګل لاسونه

 

   خدای دې نه کا  لکه سیوری د لمبو

  ستا د باغ په شګوفو باندې راخور شم  

خدای دی نه کا ! 

لکه دوړه  دې په  سپینه رڼا  داغ شم

او که کیږم بیا  د  هغه درانده  تبر

 تیره  غږ  ته دې زه کینم  

چې په خرَپ له لمدو څانګو د چنار نه  پورته کیږي   

زه نور غواړم

تانه لیرې یوه بل جهان ته ستون شم

هر یو  درد دې لکه خوږ ماشوم راواخلم

په خپل زخم کې ویده کړم  

نور زه غواړم تانه لیرې

په خپل مات وجود راټول شم

لیرې لیرې نه دې وګورم او  زوړ شم

دا  دې  وخوځیدم لاړم

 چې کنګل کنګل لاسونه 

هغه  اور باندې تاوده  کړم

 چې یوه پیړۍ له مانه هلته  لیرې لګیدلی 

 

 

  

                                                                               د څپو وحشي ویر

 

بیړۍ  ! 

 زه نور ستړی شوی یم سفر نه 

لکه وچه ،  ژیړه پاڼه  د یو  باد  ترخه لمن کې . 

نن مې ته بوځه کوم ځای ته چې دې زړه وي

زه   نن نه غواړمه لار  درته   وښایم

بیړۍ !  

غواړم  ددې تور  توپان د سویو  چیغو منځ کې   

لکه بوره د  مړه  زوی سرته  له ډيرې ژړا  وروسته شم بیهوشه  

د څپو له دې تک سپین او له  وحشي ویر  سره یو ځای

همدا هسې بې پروا په مخه درومه

نن له مانه د چا پته

او  د  کور لاره  مه غواړه  ! 

 * * * **

اې د سیند د غاړې بوټیه !

زموږ دواړو  تقدیر یو  دی  

زما ستړې ستړې مټې

 ستا د شنو لاسو په څیر

  د  اوبو وړیو  په چیغارو  زخمي کیږي  

زه او ته  د مرستې  نه یو

 غبرګ لاسونه مو ماتیږي  

که له مینې څخه تښتو  

 زندګي بې مانا کیږي    

نو  بیړۍ  !  

دا  د سیند د غاړې بوټی هم  راواخله

* * * **

 نو بیړۍ !  

ستړی شوی یم سفر  نه

غواړم خپل جسم ته   ستون شم

 تیاره راوله اې خدایه 

  لمر مې ګوتو کې د زخم غوندې درد کا

رڼاګانې مې پښو لاندې ماتیږي

  


                                                           دوه ډوبې بیړۍ

 

هغه خپل سیوری له ځمکې لکه زوړ څادر راټول کړ

په مچکو یې ترې دوړې و څنډلې

هغه پوه شو

چې ژوندون

بې همسفره تریخ سفر دی

بنیادم لکه یو کونګ یوازې کیږي

همدا خپل

د قامت سیوری به یی مل وي

هغه څوک

چې د کټ سر ته یې ترمرګه پورې ناست وي

هغه څوک

په خپله دی دی . 

وې غوښتل چې د خپل مات وجود ټوټې بیرته پتری کا

په تیارو کې یې لاسونه و ډوب شوي

سپینه شپه هم لکه زخم په خپل درد کې سوزیدله

او د دوه ماتو بېړیو څو تختې

د سمندر تل ته ورو ورو

ورښوېیدل


                                                                                    بدمرغه شیشه

 

زه یم هغه کم نصیبه ګڼه ونه

چې یې څانګې له میوې وروسته  مړې کیږي

لکه مزی د یو ښکلي کاغذ باد ناڅاپه پرې شي

ورسره هم  لوبه پایته ورسیږي    

اې

 ما د ګلو په کمیس کې 

لکه زوړ کنګل په غیږه کې اوبه کړه ‎ 

  * * * **

زه یم هغه په ځوانۍ کې زړه شوې دنګه ونه

چې توپان یې ستړی سیوری  

 شیبه  نه پریږدي په ځمکې باندې څملي 

کاشکې راشې

 دې توپان نه  په خوږو خوږو منګولو

 زما خور سیوری راټول کړې 

پیړۍ وشوې یو ماشوم د یو زمري غیږه کې پروت دی

کاشکې راشې

ستا په ښکلو قدمونو دریدلي  پتوني  ګلان زخمي کړې

هم وحشي نازک عطرونه یې د زلفو په ګوزار باندې مات مات  کړې

 دلته ټول ستا له عذابه خوند اخلي  

هر ژوندی غواړي  پرهر یې  ستا په مالګو باندې خیشت وي

 راشه راشه 

اې  له غره  نه خپه شوې  ښایسته پیغلې  ډبرې

اې ته ولې نه پوهیږې ؟

اې ته ولې په شیشې باندې ماتیږې ؟

د مڼو د  سرو  او سپینو خوشبويانو

په  ګوزار هم زخمي کیږې

تنکۍ ګوتې لکه څو رنګین  برسونه

په دې ځمکې باندې کیږده

زما  قد  ته یو  شین سیوری نقاشي کړه   


                                                فصل 

 

خپل فکرونه   

لکه زخم زخم زخم غوڅ لاسونه  

په ټول ژوند  مې راچاپیر دي .

پیړۍ وشوې !

چې  د ژوند په دیواله له  راځړوند سات  نه

زما  ټک

ټک

 ټک 

وینه رالویږي  

په ما ځکه ددې غرونو او د باغ هوا  یوه  ده  

هو  ! زما د  ژوند تقویم کې

د ریدیو  او   سنځلو   فصل نه شته

 


                                                                                                                         ‎شرمیدلی آسمان

 

‎مودې وشوې  

‎یو سړی دلته په  لار کې

‎په خپل زوړ  او په شلیدلي سیوري پروت  دی   

په لاسو کې یې چترۍ ده

ورسره هم څو ګلان

لکه له میندو  خپه شوي کوچنیان ناست دي

چې باران ورباندې وپاشي خپل څاڅکي

خو باران ورباندې نه شي ځان شیندلی

پیړۍ  وشوې چې آسمان له شرمه شین دی

تا پلو  کې ورنه ټولې وریځې وړي


                                                                                نامعلوم وطن

 

زه خپه یم

زه خپه یم   

زه له هغه تیره غشي نه خپه یم

چې زما له ستړو سترګو په څنګ تیر شو

ستا د مخ په بنفشو باندې یې وینې وشیندلې   

ستا په تاندې او معصومې شنې لمنې

په سرو وینو رسم شو یو  سرو خالو  نه صدقه شم

 * * * **

ته مې غیږ کې

 لکه نوې له سپوږمۍ نه 

 رالویدلې آيينه ټوټې ټوټې شوې 

زه دې لاهم په ذرو  کې

 خپل بې شرمه وجود  ګورمه ژوندی یم      

اې روانه لویه سینده

کاشکې راشې ما له دغه شرمه مړ کړې ؟

   

  پیړۍ وشوې 

 یو سړی مې په بدن کې دی مړ شوی

 پیړۍ وشوې 

لکه ښځه هغې بورې سره   ژاړم

چې هروخت له یوه  قبره څخه غواړي

د لورکۍ شنې خنداګانې او ښکلا یې بیرته ورکړي

* * * **

زه خپه یم زه خپه یم

له  هغه  خاموش  څراغ څخه خپه یم

چې یې خپله رڼا  خپله په سینه کې ووژله  

اوس له شرمه یې تیارو کې ځان پټ کړی

 

* * * **

اخ  نن ډير یم لکه خپل سیوری  یوازې   

یو څوک شته ؟

 چې ما هغه توپان ته بوځي

چې یې ته په سپین کمیس کې

 د زخمي کوترې غوندې  نامعلوم وطن ته بوتلې   


 

 

                                                                       یو سیوري او څو شګې    

 

سپوږمۍ زه هم ستا په څير شوم

ورځ په ورځ یوازې کیږم  

لکه هغه غریب غر  چې یوه باد یې کاڼي وړي

اوس له خپلو یو څو شګو سره ناست دی

په خپل بې وخته مړه شوي درانه سیوري پسې  ژاړي

       ‎ * * * **

سپوږمۍ زه هم ستا په څير شوم

   ورځ په ورځ یوازې کیږم 

لکه هغه د مرغۍ وروستۍ بچوړی

 چې یې مور د چا د ښکار  دام کې کیوتې 

او دی لاهم منتظر دی

سپوږمۍ زه هم ستا په څير شوم  

ورځ په ورځ یوازې کیږم

لکه  هغه ګڼه ونه     

چې د مني په موسم کې یې له سره

ژیړ ټیکری په ځمکه  ولوید

هره پاڼه په ورو ورو ورنه یوه یوه بیلیږي   

نو، 

اې خدایه!

خدایه!

خدایه!

لویه خدایه!  

یو خوږ بوټی یم ګنډهیر نه شم ډاریږم

زه له ډير یوازیتوبه

 ستا په څير نه شم ډاریږم

                              

                                                                          د اوښکو وږم  

 

هلته په بالکن کې لمدې شوې بنفشې د بارانه موزیک ته ناڅي  

دلته  د چا لاس کې سره رنګونه رسم  کیږي   

دلته یو آسمان دی  وریځې نه پریږدي سینه کې

هلته په جومات کې یو سړی دی سرې لمبې ویشي پیاله کې

دلته په اورګاډي کې یو څوک په نامعلوم سفر روان دی

هلته  یو ماشوم د پولیس غیږ کې تور اوسپين ته یو شان خاندي

هلته یو اخبار دی یو څو څاڅکي تازه وینې پرې پرتې دي  

هلته  د بسونو په تم ځای کې یوه لوړه  نجلې ښکاري

 چې  په دنګو سرو بوټو یې

 یوه غیږ ګلان پراته دي    

 او له ګوتو یې د چا د اوښکو  وږم پورته کیږي  

 

 

                                                                           تور عطر

 

لا ماشوم وم  چې بوډا شوم

ما ځواني ونه لیدله

ما له دې لوی سمندره

یوه لپه ډکه نه کړه  .

 های افسوس  د زمانې په یوه ستوې زخمي لارې 

هغه پړانګ او هغه تللي سپین آسان

بیرته بیا راستانه نه شول

نه مې هم هغو غمونو له زخمونو مالګې یووړې  

چې یو وخت یې  له سبا او بل سبا نه  ډارولم

 

 نه هم هغه خوږ شمال راپیښه وکړه 

  چې څپې یې همیشه 

ستا د سترګو په تور عطر به لمدې وې  

 + + + +

  انتظار مې سترګې نورې هم زړې کړې  

په څپلیو مې تڼاکې راشنې شوي  

نو آسمانه !

بس یو سوال دی که منې یې

  څو شیبې دې خپل لاسونه ماته راکړه

فقط غواړم خپل ګریوان پرې وشکومه

زما خپل لاسونه  نه شته

هغوی مانه دا ډير وخت شو هلته لیرې  

 لکه بوټي د یو سیند په لویه غاړه راشنه شوي 

هو !

هغوي غواړي

 یوه ورځ کوم اوبو وړي ته پکار شي 

 

 

                                                                       لمر

 

لمر دې لمر دې

لپې لپې دوزخ  اوري  

له تودوخې کاڼي ریږدي

او باران هم نیمه لار کې

 لکه سپین نری قامت د فرخندې ،  لمبې اغوستي   

زه او دغه ګڼه  ونه

دواړه غواړو خپلو سیوریو ته ویده شو  

 

 

 

                                                                                       زنګ وهلی کولپ

 

یو بد خبر! 

خو ته وغواړه چې دروغ شي

زه خبر شوم  چې ته هم یې په سفر باندې روانه

د یوې لپې رڼا په شانې غواړې

د ځنګلونو په تیارو کې

 خپل څراغ څخه شې ورکه 

 + + + + +

زه خبر شوم چې نه غواړې

د سفر کیسه دې سترګو ته هم وکړې

داسې بې له مخه ښې لکه یو سیند

  کوم سمندر سره یوځای شې  بیا رانه شې 

 + + + +

آخر زړه دې په دې څرنګه قانع کړ

چې د دنګ غره د ریدیو شیرین عطر  لکه گرد  له مخه پریولې ؟

 زه خبرشوم 

لکه اوښکه له غږ پرته په ګریوان غواړې لمبه شې

پریږده ټول خلک دې لاړ شي خو ته مه ځه

له جامو ډکو بکسونو ته دې ومرم

نرۍ ملا ، تنکۍ پښې ،  اوږدې مزلې

خورم قسم که د خدای لار وي

مه ځه  ! 

مه ځه !

که ته ولاړه شې ورېښمینې!

ددې ټولو دنګو ونو به زړه مات شي

ددې باغ هریو  طاووس   به مساپر شي

او مرغۍ به بیا دچا په دسترخوان باندې ټولېږي ؟   

دلته لیرې یو سړی دی

له هغه به سترګې ولویږي په ځمکې

او د کور په دروازې به یې ترتله

یو  زنګ وهلی کولپ پروت  

 

                                                                               لمدې شوې بنفشې

 

له بارانه مه ډاریږه  

  شیرچايی چترۍ دې و سپاره توپان ته  

لکه سور سالو یې ځانه سره یوسي

پریږده پریږده چې خیشته شې      

بنفشې څومره لمدیږي ښکلې کیږي   

په باران کې د لمدو مچکو خوند دې لکه سره سره گیلاسونه  تازه کیږي

  

له بارانه مه ډاریږه  

او په ماتو څانګو ناستو شنو مرغیو ته نارې کړه

له یوې مخې یو ځای په دسترخوان درسره کینې 

هرې زاڼې ته په لپه شراب ورکړه

چې نیشه کې درته ټولې د آسمان شنې ناویلې ژړا ګانې زمزمه  کړي

په دې ژوند توره بلا کړه

  په ژړا او په حیا او  درد نه ارزي  

دا ژوند  نه دی

 یو بیخونده لنډ سفر دی 

زه او ته  دوه مساپره

 یو اورګاډي ته کوم چا یو پورته کړي                                      

دا  اورګاډی تل په خپله خوښه درومي  

 خدای خبر  چیرته مو بیايی  

دې زموږ په  زخمي  ژبې نه پوهیږي

او باران دی  

نیمه شپه ده  

تور ځنګل دی  

راځه واغوندو وزرې  

لاړشو لاړ شو چیرته لیرې

یو خو خلک هیڅ ښه نه دي

دوی په څانګې دوه مرغان زغملی نه شي    

بل دا وخت زموږ دښمن دی

جوړوي به سبا چاته

 خدای خبر زموږ له خاورو نه کورونه  

نو

راځه واغوندو وزرې  

لاړشو لاړ شو چیرته لیرې

پریږده پریږده چې خیشته شې

اې له ساز او نور او  رنګ جوړې کوترې

 


                                                                               د قرن  ارزښتونه

 

د ځوانۍ وروستۍ شیبې دي

د مستۍ  دې  سمندر کې یو  څو لپې اوبه ښکاري                                                               

د دې باغ  له هرې څانګې

 بارانونو  لکه شرنګ د شنو بنګړیو   شیرچايي عطرونه  وړي  

تور ماښام دې  ، تنهايی ده  ،  تشې لپې

یو آسمان تږي  فصلونه د غنمو منتظر دي

د ریدیو  ماشومانې  وچې شونډې

 زما ګوتو څخه غواړي شیدې وڅښي   

          ‎ ‎ ‎ + + + + + 

  راته ښکاري د ځوانۍ وروستۍ شیبې دي 

زړه مې غواړي دې لنډ  وخت  کې

څو پیړۍ زندګي  وکړم

څو پیړۍ په کړَس وخاندم

څو پیړۍ پیړۍ غمونه

 لکه زهر له خولې تو  کړم 

د ا د قرن  تپل شوي ارزښتونه لکه دروغ  ټول مسخره کړم

میخانې په بیه واخلم

د  رَز  پیغلو  سره شپې شپې وناڅمه  

 + + + + +  

 

زړه مې غواړې  سکوت مات کړم

د  هغې میرمنې مخ ته ودریږم  چې د مخ نازکې ګونځې یې له سپینو زلفو ښکاري

په امسا یې شونډې کیږدمه او غږ کړم

چې زه اوس هم ستا په دنګ قامت عاشق یم

زه قربان دې له مغرورو سترګو شمه

 لامې اوس هم کتابچې کې  هغه  شمعې پروانې ټولې ساتلي 

 + + + +

  زړه مې غواړي خلک غیږ کې ونیسمه  

یامې خلک خپله غیږه کې راقات کړي

ټولې کرکې  نفرتونه لکه وچ وچ کاغذونه سره لمبه کړم

او د هرې وچې شوې ونې لاس کې

یو یو عکس د ګلاب کیږدم

او په وچو وچو ډډو یې په مینه  شینکۍ پاڼې نقاشي کړم  

غواړم بیرته حافظه د  زړو  ونو  راژوندۍ کړم

  + + + +

د زمان زاړه دیوال باندې راځوړند

اې د مات ژوندون  تصویره

له چوکاټه دې لاسونه رابهر کړه

راځه دواړه وخوځیږو

 لاړ شو کلیو څخه ټولې تیارې راوړو 

د زمان دا سپینې زلفې  تورې  رنګ کړو

 + + + ++

او

  د ځوانۍ وروستۍ شیبې دي 

زړه مې غواړي دې لنډ سات کې

څو پیړۍ زندګي  وکړم

څو پیړۍ په کړَس وخاندم

څو پیړۍ پیړۍ غمونه

 لکه زهر له خولې تو  کړم



                                                                                     د سکرو  نقاشي  

 

زه یم دلته !

خو  لاسونه مې وطن کې پاتې شوي

 زه نور نه  شمه کولې 

په دیوال د پردیسۍ  د نسترن په تباشیر  

یو شیرین او شین شرَنګی  ستا د بنګړیو نقاشي کړم  

انځورګره !

په سکرو  راته  په  ځمکې دوه لاسونه رسامي کړه

یا خو  های !  اې لوړو  لوړو  دنګو  ونو ! 

غواړم والوزم پناه شم

کوم مارغه که ځان وژلو  

ورته غږ کړئ ! 

خپل وزرونه ماته راکړي


 

                                                    د زاڼو د سفر سندره

 

پیړۍ وشوې

چې زه لا هم  لکه زوړ ، ریبښې څادر  په هغې ستړې  تیږې  پروت یم

چې یو وخت پرې موږه دواړه ترسهاره  خپه ناست وو

  پیړۍ وشوې 

ستا د خوږ اوربل له مَوجه رالویدلی سور  ریدی  اوس

د مڼې په یوې ونې بدل شوی

سرو کال یې شیرچايی کمیس په ځان وي  

ته یې څانګو کې هروخت کله مڼه بیا  شګوفه شې

 

پیړۍ وشوې

چې زه لا هم  هماغه سندره  وا یم

چې به تا کله له زاڼو   په سفر کې  اوریدله

پیړۍ وشوې

زمان نه شته

له ساعته عَقرَبې دې تښتیدلي   

ساعت خپله دایره کې نور  له شرمه اوبه شوی  

خو یو راز باندې پوه نه شوم  

زما ږیره داسې ولې سپینه شوې

خو ستا زلفې هماغسې تکې تورې لکه شپې وي

هر قدم ته دې ولاړې سپینې سپینې او خالداره   بنفشې وي

         ‎­­                   ـ+++++++                     

  هغه پورې دیواله باندې پیړۍ شوه کړکۍ نه شته 

  خو په ځای یې هر وخت ولې 

د چا سترګې  تورې تورې رسم کیږي  

ورسره په بیابان کې

یو څراغ ناڅاپه بَل شي

په ډبرو  یوه لپه وینه لویږي  ؟

 

                                                                     زړه تاخچه

 

ځه چې بیرته هغو تیرو زمانو ته  ورستانه شو    

د ا  چراغ به داسې بَل  همدلته پریږدو

هغو  تیرو  زمانو ته به خپل ځان دومره نژدې کړو    

چې خندا د ماشومتوب مو  بیرته واورو   

  + + + + + + 

ځه چې بیرته هغه وخت ته مهاجر شو   

  چې لا ستا سپینو کالیو  باندې نیل  نه و لویدلی  

شنو بنګړیو دې شرنګ شرنګ خندا وې نه وې لا زده کړې   

په سلام به شرمیدلې

او خبرې دې په ژبې لکه قند  اوبه کیدلې

 ++ + + + +

ځه چې  بیرته هغه وخت ته ورستانه شو

ها چې تا نه پیژندلم  !  ماته نه به دې کتلې   

زما لاس کې به ګلان و  راشنه شوي

 خوشبو یانې به دې نه  احساسولې   

ځه چې لاړ شو

  لکه عطر د سنځلو  هغو څانګو باندې بیا  بیرته تازه شو   

چې ګلان یې پیړۍ  وشوې خاورې شوي

ځه چې لاړ شو  

ځه چې لاړ شو  

دا لکړه

 دا عینکې 

دا پرهیز او دا په ملا  کاږه  عمرونه

  د زمان  زړه  تاخچه  کې چیرته هیر کړو  


 

                                                              زخمي څانګې

 

زه  د هغې ستړې شوې مرغی درد

او  سوې چیغې چیرې یوسم  

چې د خلاص قفس له منځه یې پرواز   ته زړه نه کیږي

بیابان یې نه یادیږي ؟

  

او د هغې  پیغلې ونې زخمي کریږي

 لکه ماتې شیشې څنګه  پرهرونو  کې مې ځای کړم 

چې په تبر  ژوبلو څانګو کې یې لاهم سره ګلونه دي نیولي

د  ارې او د  تیشو د تیغ د لاندې

لاهم څانګو ته شیدې ورکوي خاندي  

 

او ښایست د هغه چا له کلماتو څنګه جوړ کړم   

چې پیړۍ شوې خپله نه شته

خو   هر کال ،  هرڅلور فصله یې په پلونو

ګلابونه راشنه کیږي   ؟

او په یاد یې بیابان کې

ټوله شپه څراغ لګیږي

 

 

 

 

                                                                                  لمده  رڼا

 

اننګي یې لکه سرې مڼې په شپه کې

  د سپوږمۍ لمدې رڼا ته

 څه شیرین شیرین ځلیږي

  

ته به وايې څراغونه

نیمه شپه یوه ځنګله کې

یوه ستړي او لار ورکي مساپر ته  لاره ښيي

 

 

                                         بندي شوې رڼا

 

  ستا سو خواته هم هر باغ  نه

د میزان د ستوري مخ کې

د انګورو له  خوږو خوږو وښکیو  

 تکې سرې وینې څڅیږي  ؟

 د بلوغ زرغون موسم کې 

د پیروتو شیرچايی نازک لاسونه

ته به وايې  د زړګي نري رګونه  

د هر تبر تیره تیغ باندې پرې کیږي   ؟

 

ستاسو خواته هم آسمان نه  

هر وخت  تور کاڼي را لویږي ؟  

اې د خپلې مهاجرې ژړا غیږ کې غرقه سینده

د شیشو دغه نازک قفس درواخله

ګوره پام چې ما د چا پکې د مخ خوږه رڼا  لکه یو ګل زنداني کړې

هغه خدای مه کړه څوک ماته  درنه نه کړي  


                                                                                  

                                                               هڅه


باد ډيره هڅه وکړه

 پرکمیس دې شیندل شوي ګلان وڅښي 

بیرته تږې ګوتې ستون شو

خبر نه و

چی ګلان دې په لمنې راشنه کیږي

 

 

 

                                     شیرین غږ

 

 شیرین غږ دې لکه سور رنګ  

په رنګونو کې له لیرې  لیدل کیږي

نور غږونه ددې خلکو اوریده شي

 خو ستا غږ لکه اوبه په بیابان کې څښل کیږي 

 

                                                                                                     شنه دعا

 

دلوی خدای  

په دې بې مِهره

سوړ  جهان کې

ته زما ډيره ناوخته منل شوې شنه دعا یې

لکه وچ ډنډر د  ګل

 د  زړو   واورو  سپين کمیس کې 

لکه ستا د خولې په څير

 یوه نازکه غنچه راوړي 

 

اې بارانه ! 

اې د وريځو نازولې تازه پیغلې ! 

داسې  وخت دې د ګونګرو په لامده شرنګ باندې راویښ کړم      

چې ګلانو مې له تندې  سره  اورونه  و   رودلي  

بسم الله ! 

 د زلفو سیوری دی پر ځمکه لکه شین نیلوفر  ورغښت    

مایې ځکه   شیرین غږ  لکه سُنبل  په لپو  و نه شو  نیولی

یوه چا مې په لاسو  آفتاب پرَست  ګلان کرلي

تر دې تکې سرې  ریدۍ  ځوانۍ دې ومرم  

داسې وخت دې د مڼو  د  ونې غوندې          

سرې اوسپینې شګوفې دي  اغوستلي   

داسې وخت دې شنه لمنه  له سپوږمۍ را  ډکه کړې  

داسې وخت دې په یو نیم سلايي سترګې تورې کړي

  چې زه نشم درکتلی  

ددې ښکلي کتاب پاڼې

نورې نشمه لوستلی

ځکه ډيرې  پیړۍ  وشوې

چې له ماسره مې دواړې  سترګې نه شته

هغه ستا د انتظار په تریخ باران کې

لکه دوې  وړې مرغۍ راڅخه مړې شوې

 او په هغې کروندې کې به چې ستا د تازه مخ

 خوږه رڼا  لکه سپوږمۍ  راشنه کیدله  

هلته اوس یو  لوی ځنګل د شنو شپیلیو  زرغون شوی

هلته ډيرې لوړې چیغې د ډبرو  په څير ځان کې کنګل شوي


   ۲۰۰۴د جولای دویمه

کابل   وزیر اکبرخان


                                                                                             غزل

 

لکه زخم په سینه کې زما اوسې

لکه درد  هره شیبه کې زما اوسې

      

یوه  یخه  د اوبو خوږه  چینه یې    

بیابان کې په  غرمه کې زما اوسې

 

لکه شین لوګی د عودو  په هوا کې

لکه ژیړ رنګ په لمبه کې زما اوسې

 

ته یو ستوری د میزان یې د خوندونو

د انګورو  په خوشه کې زما اوسې

 

ته د ځان په څير یو خوږ طلایی رنګ یې

 د غنمو کرونده کې زما اوسې 

 

لکه وُړ  وُړ  باران په تږو    للمو

لکه کریږې  ټوله  شپه کې زما اوسې


 

                                                                                            د شیدو بوی
  

سره ګلونه راچاپیر دي لکه وږي ماشومان دې له لمنې

 ؟ وایه ستاله قدمونو  نه  د چا   

د شیدو

بوی

ځي؟


 

                                                                                                      سپینې مټې یې د وریځ وې

 

 هغه وه ښکلې مسته اسپه 

او یاغي مغروره بازه  

بې پروا لکه ماشومه

د الماس په ځای یی اور  ته  وړې منګولې  

 

سپینې مټې یې د وریځ وې    

له اوبو  نه ډکه لار وه

   د انارو په باغونو  تیریدله

په خوږو خوږو کتو یې

د انګورو  ژیړ وښکي به ټول شراب شول

 

په لاسو به یی راتاوې شوې پیروتې

او ویلني به  په خوله کې جوهر داره  ژاولې ورکړې

تورچاکلیټ وه

 له سپوږمیه لوشل شوې د شیدو نازکه داره   

 او د واورو کنګینه کې

د انګور په طلايی نیشې پوښلې سره لمبه وه

سوربنفش

 او تک ژیړ رنګ 

دیوې  پیغلې شفتالو وه   

هریولفظ یی د خوږو مڼو اوبو باندې لوند خیشت و

یوه ورځ په دې شینکي آسمان باران شو

یوه ټکه له کوم لوري پریوتله  

 

  لوی  جهان  د حیا ګانوآسماني  شو

یولوی موج د خنداګانو آسماني شو

لطافت ،  مهرباني شوه مهاجره    

هریو رنګ او نقاشي شوه مهاجره

د هیلیوملکه  په خوب ویده شوه

دشرابو سره  پیاله  په خوب ویده شوه

د هسک تکه شنه څیره په خوب ویده شوه  

! دسوسن له تاندو شونډو مرورې شنې مسکا 

 نسترن به باغ ته  څنګه بې تا ګوري  ؟

 ستاپه تګ سره مې ژوند شولو د اور او د پیلوزې   

اخ په وچې سوارې بیا لمبه تاو شوه

زماپړانګې اومعصومې پیشوګۍ

قسم تاپسې مې سترګې شوې  ژبۍ

تانه وروسته به یوازې

له هغې ژوبلې مرغۍ سره اوسیږم

چې دبیا الوت سندره یې  وزرونو کې مړه شوې

مازیګر کې د شنو ونو شنه هوا یې

په خیالونوکې مړه شوې

 

۳.۳.۱۹۹۸

 

 

 

                                                  شیندل شوی قند 

 

 

د باران په تازه شړَک دې لمده غیږه  

لکه څانګه د انارو 

څه شیرینه خوشبويي کا 

 

ټَک 

ټَک 

ټَک له قدمو دې 

زر کلنه  هیره شوې موسیقي را ژوندۍ کیږي 

 

یو سړی دی  پیړۍ وشوه منتظر دی 

غواړي هغو رڼا ګانو منځ کې ورک شي 

چې خندا کې 

لکه دوړې د سپين قند  !

 ستا له خولګۍ  نه شیندل کیږي 

 


                                                   پټ شوی کب 

 


د هغې د مَستو مَستو ګونګروګانو د شرَنګ  شاته 

یوه شنه او شیرچايی باغچه ویده ده  

چې په کپ یې له خوږو خوږو مڼو څخه ترخې وینې څڅیږي 

 

دهغې د نڅا شاته 

 لکه سیوری په یو تک سپین دیواله 

یوه بله نڅا ناڅي

په هر تاو  یې له بنګړیو  د یو وږي ماشوم چیغې 

شرنګ شرنګ  شرنګ  کوي

های های کا  

 

او

 دهغې د نڅا شا ته 

یو سپین کب   لکه  یو غږ  د شنې ډبرې زړه کې پټ دی

چې نور نه غواړي  سیندونو ته ورستون شي 

 

                                                                      د شاعر ماتې چشمې 


دا خوږې 

دا بنفشې 

 روښانې سترګې

 درې څلور قلمه مه رنګوه  شپه کې   

انځورګرې ! 

  له  رنګونو سره پام کړه 

هر یو رنګ  لکه چاړه د یوه  ګل په  تنکۍ غاړه 

د مین سړي په سترګو او ځیګر داسې  تیريږي

 

 د خپل مخ خوږه  رڼا  لکه نکریزې د ازغو په ګوتو مه ږده    

دې نالوستي او وحشي بوټي ته پریږده 

الفبا د ښایست مه ښایه شیرینې ! 

ګناهکاره به شې ډيره 

چیرته دا بوټی که تا باندې مین شو  

 

کاڼی پریږده  !  

لویه لار کې لکه دوې ماتې چشمې د یو شاعر

 د یو ټانک تر زنځير لاندې

 تل  بیهوشه او مات پروت وي

پام چې ستا د لاس تودوخه یې په کلک زړه

 لکه ګل د سپين نرګس نقاشي نه شي 

ګناهکاره به شې ډيره چیرته کاڼی که مین شو

او  

ګوره پام  ! 

چې ما په خپل ځان میین نه کړې  

 مینه  ژوند ده 

او زه ژوند څخه ډاریږم 

خلک وايي  څوک چی ژوند څخه ډاریریږي

 زړه  یې مړ  وي 

 

نو ډاریږمه 

له مینې نه ډاریږم

لکه هغه پورې غر  چې په لمن کې له کوشني  ډنډه  ویریږي  

کومه ورځ پکې ډوب نه شي 

 

 

                       ارغوان 

 

 

زه او ته په یوې څانګې

لکه دوه ګلان یوځای 

  غاړه غړۍ نه شو کیدای 

 

زموږ منځ کې

د پیړۍ په څير یو زوړ

 او

 اوږد  دیوال جوړ کړی خدای   

 

 

موږ یو بل نه شو لیدای 

ستا په سترګو کې څلویښت کاله تیارې دې زړې  شوي

او زما په وچو سترګو خو ډير وخت شو

بلا ډير ازغي شنه شوي

 

ته زما

او زه هم ستا نه شم کیدلای 

زه یم تږی تږی تږی لکه لمر

ته یې وريځ  وريځ  وریځ   تازه هوا

یخ شمال د آسمایی د غره د سر

 

زه یم تریخ  تریخ  درد،  د څيري شوي زوړ پرهر

ته یې مست مست مست شیرین باران د سرو مڼو

زه یم زه یم چیرته پروت کاڼی په مخ د بیابان

ته یې ځوان ښکلی ریدی

ته د خدای له رنګه جوړو سرو جامو کې یې روان

 

موږ یو بل نه شو لیدای 

زموږ منځ کې یو ظالم سیند دې روان

په څپو یې ټومبل شوي 

په سلګونو ارغوان

 

                                             هیر شوی لاسونه 


زه او لمر 

دواړه یوځای دلته د پارک په زنګ وهلې څوکۍ ناست یو 

لکه باد  دواړه بې کوره 

لکه پاڼې پاڼې پاڼې کاغذونه د باد غیږ کې 

نه پوهیږو څنګه ځان باندې راټول شو

  

کله غواړو چیرته لیرې رستورانټ کې یوه لپه زهر  وڅښو

 

رښتیا لیک مې درلیږلی

که دې نه وي لا لوستلی 

فقط  لیک باندې  شیرین لاسونه  کیږده 

ستا د مستو ګوتو لاندې هر یو توری به  وایلون غوندې  نارې کا

چې په تا باندې مین یم . 

 

  رښتیا ما یې د پاکټ په مخ لیکلي   

 (( زه به تا ته له ماڼیو  رڼا  پور کړم  

ځکه لمر له غریبۍ نه رڼاګانې خرڅې کړې      

نو 

ته مې خپله  توده غیږه کې له لیرې د ماشوم په څير درټینګ کړه  

ځکه مانه پيړۍ وشوې خپل لاسونه 

لکه دوه دستې د ګلو 

هلته لیرې 

د چا غاړې کې هیر شوي  

 

 

 

                                                                                         د توت شیریني 

 

 

دا مات زړه ! 

 لکه دا ستا له سره ټيکري نه راپرې شوې ځوان غاټول

وایه  په کومې غونډۍ  کیږدم   

چې یې ولیدای شې یاره ؟

 

د جنډې غوندې په کوم زیارت ورَپم

چې شمال مې ستا تر خوږ کاکله درشي ؟

 

او باران لکه د توت شیریني 

د چا لامده پیکي نه وَڅنډمه تاته ؟  

 ته چې له وريځ آسمانه کرکه کوې تښتې    

 

                                                  نو  

 

 په کومې څلور لارې ودریږم 

چې مې ولیدای شي یاره 

 تاته لمر هم داسې ښکاري 

 لکه سپين وړوکی ځل  

دا ستا د ګوتې شنه غمي کې  

 او سپوږمۍ خو   

لکه ستا د زنې خال وي د چا خوله کې اوبه شوی

 

 

                              آیینې

 

هره اوښکه

اوبه شوې آیینه د یوه درد ده

په لیدو د کاڼي زړه دې ،  

رانه ماتې  ،  ماښام  ډيرې

 آیینې شوې   


 

                                                                      یو ځنګل مرغۍ

 

ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې

د دریاب وحشي څپې لکه هوسی

د ساحل غاړوته په مینه ویدې کیږي

او بادونه

ددې ونو یوه پاڼه هم نه غواړي چې وښوري

ته چې ځان سره په ناز سندرې بولې

د بدن شیرچایي رنګ دې د اوبو د شینکي رنګ لمدې رڼاته

د مڼو غوندې شیرینه خوشبویي کا

هلته لیرې یوه تږې شان ډبره

مودې وشوې ښوروي دواړه لاسونه

غواړي ستا خوږې سندرې

لکه یو ځنګل مرغۍ

دخپلو ګوتو په قفس کې زنداني کړي


 

                                                              نالوستې ونه

 

ماته غوږ شه ښایستې مې

اې د رنګ او غږ او نور پستې چینې مې !

لکه تا زما بربنډو  زړو  شپوته د سپوږمۍ کمیس ورواغوست

راته جوړ دې له سره  اوره  وریښمین تخت کړ د خوبونو

ونې هم ځمکې ته شال او عزت ورکړ

که په لپو دې شیندلې رڼا نه وای

ما د ژوند تیاره ځنګله کې ورکه لار کله موندله

که د ونې ټیکری نه وای

تورو خاورو به خپل مخ له شرمه چیرې پټولو ؟

او مرغانو به هوا کې ځالې چیرې ګرځولې ؟

 

لکه ما دې پښې نیولي

ځمکې هم ونه له پښو راټینګه کړې

ځمکه ویرې نه خپل ځان کې ننه رپي

هسې نه چې معشوقه یې د توپان په آس سپره شی

د آسمان د لاجوردو  د چینې منځ کې راشنه شي

 

ماته غوږ شه ښایستې مې

اې د رنګ او غږ

او نور پستې چینې مې

ونه ټوله ورځ  د لمر نقره یی ګوتو نه زرغونې شیدې لوشي

غواړي تاته طلايي او نارنجی ګوړې پخې کړي

ونه تا باندې میینه

ونه ستا د پاره دې نړۍ ته راغله

+ + + + +

لکه زه چې هروخت ستا له تنفسه د سنځلې عطر خورمه

ځمکه هم  د ونې سترګونه نفس سږو ته زبیښي

چې د بوټو شنه بچوړي یې سینه کې

په عطرونو د ښکلا د رسمولو هنر زده کړي

+ + ++

لکه ته چې د میرمنو او ګلونو  د سرتاج او لوی پیژاند یې

ونه هم پیغله ښکلا

د شنه ځنګله ده

+ + + +

اې د رنګ او غږ او نور  رڼې چینې مې

ماته غوږشه ښایستې مې!

لکه ته چې وی دیوان زما د شعر یې

ونه هم زرغون کتاب د طبیعت ده

خو افسوس مې په خپل قام دی

چې لا هم د ونې سترګې لوستی نشي

هره ونه

د نالوستي کتاب شانتی زر خبرې یې  په زړه کې بَکرې سوزي

او دا خلک لا لګیا دي د شنو ونو په سکرو تل

پسرلي ته ښه راغلاست

په بربنډو دیوالونو باندې لیکي

+ + + +

نواې ونې !

د خپل سیوري فرش دې راکړه

د سپوږمۍ یوه ټوټه مې میلمنه ده

په باران لمده لمبه مې میلمنه ده

په دې ښکلو مستو څانګو دې ویښتان یې نوازش کړه

په عطرونو دې ټول ځان یې نوازش کړه

بیا موږ دواړه خوږه غیږه  کې درواخله

خپله ژبه دې رازده کړه

لکه ستا په شان مو پښې کړو څنګه خښې ؟ ؟

او له وخت سره د پاڼو په څير ځان څنګه بدل کړو ؟

ستا د سترګو په څير غواړم مهربان شم

په لاسونو سیوری څرنګه رسمیږي په غرمه کې ؟

 

ولې خپله حافظه کې

نوم د هغه زاړه کاڼي هیڅ نه لیکې

چی ګوزار باندې یې اوس هم ستا مړوند نه وینې څاڅي ؟

نفرت څنګه مینځل کیږي

له خپل زړه د دښمن مخ څنګه توږی شې؟

څوک که پښې در پریکوي هم ورته خاندې

لا یې تبر ته هم لاستې جوړیدای شې؟

کله هم توره تخته د ښوونځي شې

او یو چا ته په تابوت،

یو  ماشوم ته په زانګو څنګه بدلیږې؟

 

وه زما د یار په شانې مهربانې!

غواړم تا نه اخلاق زده کړم

ستا د مینې په مذهب شم

ما درواخله

ستا د روح په ښکلې زړه کې

نه لیدونکي ښکلي باغ ته دې سپرلی شم

وه دا زه دې درته ومرمه لوګی شم

 

 

                                              انتظار

 

ته زرګونه کاله لیرې یې ولاړه

لکه هغه زرین ستوری چې رڼایې ترموږ نه شي رسېدلی

او زرګونه کاله کیږی

یو سړې دې په هر پله لکه چینار هر ځای ولاړ دی

داسړی کټ مټ زما په شانې ژاړی

او څیره یې هم زما په شانې ښکاري

او لاسو کې ېې زما په څیر ګلونه راشنه شوي

 

                                                       باد

 

یوازې ستاله غمه پرته یی نور هرڅه رانه یوړل

عجیبه

غوندې

 یو 

باد  و

ستا له زلفو نه کوم باغ و راشړلی

 


                                                        یو تریخ سرود

 

مودې وشوې  زما هیڅ څوک نه یادیږي

نه می هم د چا تصویر ته   

ستړې سترګې  چوکاټ کیږي

 

نه خو هم د چا  د سترګو شیرین یاد شي

دباران غوندې شیشه راشرنګولی

 

او د چا د تریخ سفر  غمجن سرود هم

نیمه شپه کې لکه چیغې دشپلیو  ژړا نشي راوستلی

پیړۍ وشوې

ږلی اوری

ږلۍ  اوري

ږلۍ  اوري په ریدیو

په سرو څاڅکو د سپرلیو

تنکۍ شونډې

پیغلې څانګې  زخمي کیږي

یو څوک نه شته چې و پوښتی

ددې باغ او بیابان زخمونه ولې نه خوږیږي ؟

او د وخت په سوزیدلو

د چا چیغې لکه اوښکې ولې ولې

 په سینه کې تیږه کیږي

نو اې څو پیړۍ ولاړو  نا امیدو وچو  ونو !

زماهم ستاسو  په شانې زیاتي هیڅ څوک نه یادیږي

نه مې هم  ستاسو په څیر د چا په تلو سترګې لمدیږي

 

 

                                    تور غږونه

 

باران  شومه

باران شومه وریږم

څنګه تریخ

او څنګه تور

څنګه یوازې مې په خپل زخم وریږم

نو  اې راشه ما په خپلو لاسو تم کړه

ها ګلان رانه زخمی شول

کوم چې تامې په لمن و رسم کړي

نو ما ودروه  راشه

هلته ګوره د کارغانو  تور غږونه

وار په وار  رانژدې کیږي

 

 

                          ژوبل غږ


 
 زړه مې د چا په اذیت نور نه دردیږي

 دا غاټول !
نور له ازغو سره عادت شو
غږ دې اورمه
خو غږ کولی نشم
ژوبل غږ مې په خبرو وینې کیږي
 
په دې خټې دا دی زر کلونه تیر شول
نور ترې جام چاته د میو نه جوړیږي
اې ډبرو !
اې صبورو ایوبانو
هغه ټول په ساز مین کبان خبر کړئ !
هغه سیند چې به کبانو ته هروخت سندرې ویلې
هغه لاړو
د چا لپه کې په ووړ څاڅکی بدل شو

 

                                                      د مرغانو سندرې

    

یو څو  پاڼې  د لونګ وې

 په یو بل به بلیدلې    

د سیتار پستې نغمې وې  

له پوټکي تیریدلې     

ننه  زړه کې ډنډیدلې

ستا د غږ له  آیینې نه

 سرې  رڼا وې بهیدلې 

شګوفې د پسرليو

اننګو ته دې خندلې

عاشق نه و په خپل سیوري

ستا جادو   و  چیرې وړی

ستا له غږه  د شرابو

او  مڼو  به  بوی   راتللو

یوعجیب غوندې موزیک  و

ستا له  سترګو غږیدلو

کاشکې ته دغږ له لارې

 ښکل کیدلې   مچیدلې 

ستاله پلونو شول را پورته

ژیړ عطرونه د سنځلې

ته چې  ورو و غږیدلې  

له هر غږه دې سندرې

د  مرغانو جوړیدلې


                                                                 سپین کلمات

 

 زه یو چاته منتظر یم 

چې په پلونو یې ګلونه راشنه کیږي

او چې کله د ګونګرو په شانې

تا تتن تن تن تا  شرنګ شرنګ تا شرنګ شرنګ خاندي

هوا ټوله مرغلرو غوندې رپي

چې خبرې کوي

له کلماتو یې

د شیدو په څیر تکه سپینه خوشبويي اوریدل کیږي

زه یو چاته منتظر یم

چې سپوږمۍ یې د ماشوم غوندې په غیږه کې ویده ده

او پیړۍ شوې

نه ویښیږي

اې ژوره مسته سینده

ګوره بیايې نارنجي کمیس اغوستی

به به به سبحان الله

ټوله ځمکه بنفشه شوه  

 

 

                                              لکه یو خوب



زه

هیڅ

نه یمه پوه شوی

چې په تا باندې یم څنګه مین شوی

او ریدی هم تر اخیره حیران ومړ

چې چا څنګه او ولې ؟

لکه لپه سره شراب د غره لمنې ته شیندلی

او غاټول هم په کوم تور دی بیابان ته تبعید شوی ؟

او

هغه زوړ او دنګ دیوال هم په خپل سیوري باندې ړنګ شو

خو پوه نه شو چې دی چا و د چا تریخ لوی انتظار ته درولی ؟

او ډبره هم هغسې غلې ګوري

چې یې ژبه تر قیامته داسې ولې ګونګۍ شوې

نو اې ښکلې ! 

چې د خپلو سرو او سپینو رڼا ګانو منځ کې ناڅې

یو ځل سترګې دې کړه پورته بیا مسکۍ شه

چې دا ټول سوالونه حل شي

 

 

                                     د ایرو خړ کاغذ

 

زړه مې وایی یوه ورځ را نه بیلیږې

لکه څو غیږې ګلان  د یو ه  سیند مستو  څپو ته شیندل کیږې

زړه مې وایی یوه ورځ یوه ځنګله کې

لکه هغه شنه مرغۍ چې خپل وزر یې  و  کوم چاته ډالۍ کړی

خپلو چیغو ته  یوازې پاتې کیږم

شنه هوا ده

شیرچایی مسته خوشبو د ګلابونو

چیرته غلی تک سور شرنګ د شنو بنګړیو

د ایرو  په خړ  کاغذ رسم شوی د یو ځوان عاشق  زوړ عکس

اهای !

کاشکې ونې

په سندرو  پوهیدلی


 

                                                            د مني وریځ

 

 وریځ شوم په تا راغلم

خو تا ټولې سرې او سپینې باغیچې وې له خپل ځانه سره وړې

چې په ډاګ ووریدم  ومې ژړلې  

 +  + + + + + 

ستا په تلو سره فصلونه نارنجي شول  

تر ابده مې یو ژیړ کمیس په ځان شو

پیړۍ وشوې

بیا د چا په زرغون فصل او  باغونو باندې نه یم وریدلی   

د غږ رنګ مې هم ژیړ شوی

اوس د مني په غمجنې سړې وریځ یم بدل شوی

او په دې خو ته پوهیږې

 چې د مني د موسم له سړو وریځو سره

 هومره شوق د وریدلو نه وي  


 

                                                       عذاب


 

د یوې ډبرې له خولې ووتمه داسې

لکه شپه کې د بې موره ماشوم چیغې ! 

خو د چا لاس مې پرینښود  

چې مې اوښکوته زرغونه لمن وروړي

او زخمونه مې هم بوتلل

له درملو نه ډير لیرې یوه ځای ته

او څراغ مې پسې مړ کړ.

  + + + + 

ځینې وخت خو چاړه  پریږدئ  

چې

د هډوکو منځ نه مو د غشي غوندی ووځي

پریږدئ  ! چې څه کیږي هغه وشي

او باران دی زموږ خړ بامونه سوري کړي  

د چا مخ ته مه دریږئ

ځینې وخت باید دمه وکړو څملو

ځکه ډیر وخت

دیوال پاتې کیدل هم لوی عذاب وي

 

 

 

                                                      بدل خویونه

 

ته په وخت  د ښایستې رڼا په څير

زما د مات څراغ شیشه کې میلمه  نه شوې

لوی دریاب وې

د یو چا په یوې لپې باندې وچ شوې

هغه ونه دې په یاد ده   

چې په  تا پسې هروخت یې شینکي سیوري ګرځول به ؟

د هغې اوس په لاسو کې د میوې  په ځای ډبرې راشنې کیږي

اوس چې چیرته د کوم ګل ښایست وګوري

زړه یې غواړي په ویشتلو یې زخمي کړي

انتظار یې ورته خوی او عادتونه بدل کړي  

 

   هغه تانده  او تازه سپوږمۍ دې یاد ده ؟

چې په  تا پسې ډيوې یې ګرځولې

هغه لاړه یو ناڅاپه شنه مرغۍ شوه

په قفس کې یې ځان خپله زنداني کړ

اوس  سندرې یې پری ایښي

د کارغه  کغاوې اوري   

انتظار یې ورته خوی او عادتونه بدل کړي  

 نو  

کوم  سړي  چې ته غوښتلې  

هغه تا نوره نه غواړي

که څه هم له ډيره صبره  په ترخه  لمبه کې سوزي

نور یې تاته انتظار نه کرکه کیږي

که څه هم یې ستا د ګوتو نسترَن    

په پګړۍ کې راشین کیږي  


 

                                  د غاټولو مرګ

 

شپه د کور په زاړه کټ باندې اوږد  وغځیږم  مړ شم

او پیشو ته  ورنارې کړم  چې زما فاتحه واخلي

خو سهار چې سترګې پرانیزمه ګورم

د یو لوی بیابان منځ کې د ریدیو په زخمي لمنو پروت  یم  

دواړه سترګې  مې یو چا وي

د غاټول د مرګ په تور زندان ته وړي      

  نه پوهیږم

دغه څوک دی

چې تیاره کې مې تر کټه او سهار مې بیابانه پورې بیايي   

مودی وشوې

ماته هیڅ لیدلې نه يې

غواړم نن شپه دې په خوب کې ووینمه

نو غوښتل مې چې د ښار له کوم دوکانه ځانته نوې سترګې پور کړم  

خو خبر شوم چې د ښار  پا چا د خلکو  چیغې او ژړاوې    

دي د سترګو دوکانو کې  بندي  کړي   

نو راشه !

خپلې ګوتې دې زما په ګوتو کیږده

غواړم ستا له خوږو  ګوتو

خپلو سترګو ته لږ  وړانګې تنفس کړم

 

 

                                 ورک لاسونه

 

ته مې په خپلو وږو ګوتو

چې د کور مخې ته مړه  کړې

وروسته  خپل کاله ته ستون شوم .  

پوره یو ځنګل مرغۍ هم هغه شپه

  له کوشني قفسه والوتې

 او لکه شلیدلی امیل مرۍ مرۍ د آسمان په لوري وشیندل شوې  

+ + ++

بیاهم شپه وه

ما مې ځان خپل په کاله کې پیدا  نه کړ

بیرته ووتم له کوره

چې کتل مې هغه څوک چې ما  وژلی په چړې   و

هغه زه وم .

 + + + + +

دا دې ډير کلونه  کیږی

. عقربې ددې زاړه  ساعت  زرګونو ځله  ځان باندې را تاو شوې

 یوې خاورې چې غوښتل خودکشي وکړي

ها چاړه یې په سینه کې ننه ایستې  

او په ځای یې لکه څاڅکي څاڅکي وینه

د غاټولو څو ګلان  هر وخت  رسمیږي

اخ چې نور نو

ستړی شوی یمه غرونو !

یو څوک شته چې زما ورک لاسونه راوړي ؟

غواړم ځان مې

نور په غیږه کې  تر خپله کوره  یوسم  

 

   

                                                                    پښې مې زما  نه وې

 

دواړو  پښو مې زما نوره نه منله

نو  خو ځکه

دواړه پښې مې ستا د کور مخې ته پريښوې

او

لکه جنګ کې معیوب شو ی یو سړی

د یو بل چا په اوږو  

بیرته خپل کاله ته ستون شوم .

 

اې د چا په سر ولاړ په چا نسکور شینکی اسمانه !

زه نور نه یمه یوازی

 ابدي یوازیتوبه څخه خلاص شوم

مودې کیږي

بیابان او د ریدیو  ټول ګلان راسره یو ځای کور کې اوسي

 


 

 

                   تبر

 

 هغه تبر                                                                                

چې له خولې یې د یو لوی  ځنګله د قتل

شینکۍ چیغې پورته کیږي

نن په ځمکه باندی مات شو  

هغه ونه یی ونشو کړای چی پرې کړي

هغې  ونې چې ځان خپله و  پرې کړی

پوره کال شو

چې مرغۍ په خپلې ځالې پسې ژاړي

 

                                            زندان


څومره خوند کوي  تیښته

کله چې د زندان کړکۍ وي له چا خلاصه پاتې شوې

او عسکر هم شیرین خوب وړی وي

او ستا په ناڅاپی لیدلو

 د معشوقي په شنې لمنې

  شیرچايی  ګلان راشنه شي

او د مخ ګونځې یې لکه په پنسل په کاغذ ایستل شوې کږې کرښې

د باران په لیدو والوزي

او ستا په لاسونو کې

یوه خیالي کوتره د بنګړیو په څیر شرنګ شرنګ و نڅيږي   

 

 

                                  اې د مینې پیامبره !

 

له دې خلکو په عذاب یې ؟

لاړ شه !

لکه ستوری له دې ځمکې نه ډير لیرې وځلیږه

زړه دې تنګ دی ؟

یوې لیرې جزیرې ته په کشتۍ کې سفر وکړه

غواړې شعر لکه باران په دواړو ګوتو باندې لمس کړې

یوې ښکلې او خیشتې مستې نجلۍ سره څو ډکې پيالې وڅکه

او دا هیر کړه چې ته څوک یې

ته یوازې باید ښکلی واوسیږې

 هغه وخت ته دير روښانه او خوږ  ښکارې چې وخاندې

او

ته باید خوشاله اوسې

ته باید هر وخت و خاندې

ځکه ته خو پیامبر یې

معجزه دې د خپل زړه او بیا د نورو خندول دي  

 

   

                                                         چخپید شوي جهان

 

پیړۍ وشوې

 چې بیا چا  را نارې نه کړې  

دواړې سترګې مې غوږونو پورې شنې شوې

 + + + + 

نه د چا د کړکۍ غږ مې  په رګو کې موسیقي شو  

نه مې هم وږو لاسو کې

د یو چا  د پستو ګوتو شیرچايی تغمه  ډوډۍ  شوه

پیړۍ وشوې

لکه  تندر سوزولی  د غنمو  تک ژیړ فصل

له بادونو څخه خپلې ایرې پوښتم

پیړۍ وشوې

ددې ښار له نکلچي نه همدا یو  نکل  تل اورم  

و ، و، نه و یو سړی و

په لاسونو خپل مین و

خو چې څنګه یې آسمان نه ستوري کوز کړل

بیا ترې خپل لاسونه هیر شول .

نکلچي چې څنګه چوپ شی  بیا نو پاڅي چې کاغذ غوندې چخپید جهان له سره

په ورغوي خپل اُتو  کړي  

او زه بیا لکه  کارغه ورته  په کغ کغ په خندا شم

09.06.24

   

                                                 مینه دې ولې پټه ساتې

 

پیړۍ وشوې چې ګلان  دې خوږه غیږه کې نیولي

خو په عطر او په  رنګ یې  

چې څوک ووینې  شرمیږې

    

مینه دې ولې پټه ساتې ؟

همدا اوس مبایل راواخله  تر ادکې دې یو شین سلام قربان کړه

یا ورغږ کړه چې ادې ! 

ته مې ډوډۍ  ته مې نفس  ته مې اوبه  یې   

او د پلار ستړو  پښو ته دې ور ټیټ شه  چې ابا ! 

ته مې له خدایه وروسته  خدای یې .

 

مینه دې ولې پټه ساتې ؟

کوچني ورور ته دې د زوړ واسکت له جیبه

د یو نوي سلګون څنډه ورښکاره کړه

 د مچکې په بدل کې یې له سره  لکه سور دسمال را تاو کړه   

او خورکۍ دې له پیړۍ وروسته نن پریږده

 چې په  بکس کې

ها په غلي پټ ساتلي لبسرین  

وچې شونډې لکه څو پیغلې پیروتې  شیرچايي کړي  

آیینې ته په اول  ځل  تورې سترګې وشرنګیږي    

نو

 مینه دې ولې پټه ساتې ؟

راته وایه  په دې غلا په عذاب نه یې ؟

دا مڼې به ته ترڅو خپلې لمن کې غلې ساتې  

دغه اور به درنه دواړې سترګې یوسي  

زمان څه دی ؟

یو په ځغاسته بې سورلیه روان  آس دي    

یو څوک نشته چې یی ستون کا

نو راځه له دغې ډيرې حیا واوړه   

دغه شرم لکه زخم  له سینې څخه  وتوږه

دغو خلکو څو پیړۍ شوې

چې زموږ  د خواږه عشق

 په نازنینو کلماتو یې اغزن سیمان تاو کړي  

نو

له دې مخکې چې د ا  ګل  کلمات  مات شي  

له دې مخکې چې دا  حس  لکه یو نوی غوړیدلی نسترن

تر حجاب لاندې  لمبه شي    

په لوړ غږ د مینې نوم  په ژبه واخله  

نن خو جوړه یوه ښکلې  رسوايي کړه

 

 ګوره  لمر  دې  پورې غره ته  څنګه ژیړ ژیړ  ور روان دی

له ګلونو ډک څادر  سره نن کور ته وخوځیږه  

مینه مه ساته په زړه کې  

هغې ورځ نه  وویریږه

چې یو چا ته دې ګلان وي په لمنه کې نیولي

خو

د هغه لاسونه نه وي

چې یې واخلي  

 

                                                                                راځه چې په هوا شو 


 

باد یو بې سازه مست عاشق او نڅاګر دی

پسرلی دی  

د مڼو  شیرچايي  څانګې یې له ګوتو رانیولي چې وناڅي  

باد  له ازله شرابي دې     

غواړي دا  د دنیا خلک واړه تور دي او که سپين دي  سره یوځای ونڅيږي

باد  د خدای  بې تعصبه سپین تخلیق دی   

باد  په هغې موسیقي باندې مین دی  چې صرف دی یې اوریدای شي    

او تر ټولو مقدس موزیک هغه دې چې  په سترګو ولیدل شي

 ! باد

ونو

 بوټو  ته  هروخت دغه  یوه سندره بولي

ژوند  نڅا ده

او نڅا  لکه  آواز د  کنَري  بې کلماتو شاعري ده

هړ سړی باید شاعر وي

بې له  شعره  زندګي څه زندګي ده ؟  

نو

 اې زما خوږه عزیزه  

ډيرې چیغې دې مرۍ کې بندې کړي

سرو سکروټو ته دې  لوی کولپ  اچولي   

 

 له کارغانو سره یوځای په کرايي کور کې اوسیږې  

خپلې اوښکې دې له خلکو پټې ساتې

دا بې اوښکو ژړاګانې به دې مړ کړي

 + + + + 

راځه دواړه د بادونو په مذهب شو

راځه دواړه

بړبوکیو غوندې ځان باندې له ډیرو تاویدلو په هوا شو

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کنري : یو ډول خوږ غږی مارغه دی  

28.04.24

 

 

                                                     په تمځای کې یوه نجلۍ

 

 

ښه خو داو چې د ګاډي له کړکۍ مې

د سلام په نیت یوازې

لکه سره دسته د ګلو

تاته لاس وای ښورولی

بیا په خپله مخه تللای

خو ما ځان خپل په تمځای کې درته پریښود

له خپل سیوري سره یو ځای په اوږده سفر روان شوم

دا دی ډيرې مودې وشوې

نیم له تا سره تمځای کې نیم له ځان سره صحرا کې

تل د هغه مین کب سترګو ته ژاړم

چې یو چاپسې یې غیږه د سیند پریښوه

وچو خاورو باندې پریوت

اوس

د یو ګل له سکرو غواړي

چې یو سیند ورته په ځمکې نقاشي کړي


 

                                                           سره خا لونه

 

نیمه شپه ده

یو سړی دی

داسې غږ یې له سینې راپورته کیږي

ته به وايې په ډبرې باندې شرنګ شرنګ شرنګ

د کړکۍ شیشې رالویږي

نیمه شپه ده آسمان وريځ دی

یو څوڅاڅکي د سرو وینو

لکه څو تک سره خالونه

د یو چا د کور په بام باندې ځلیږي

د شپیلۍ غوندی زګیروی دی

دوه کوترې

له یو بله جلا کیږي

+ + + + + 

یو څراغ دی

په سکرو یې رڼا ګانې تورې شوي

هلته لیرې یو څوک ښکاري

په لمن یې نسترن ګلان شنه کیږي

ښکلې غږ یې

د سپوږمۍ غوندې ځلیږي

 

 

                                                                               د څپو وحشي ویر

 

 

بیړۍ  !

زه نور ستړی شوی یم سفر نه

لکه وچه ، ژیړه پاڼه د یو باد ترخه لمن کې . 

نن مې ته بوځه کوم ځای ته چې دې زړه وي

زه نن نه غواړمه لار درته وښایم

 

 

بیړۍ  !

  

غواړم ددې تور توپان د سویو چیغو منځ کې

لکه بوره د مړه زوی سرته له ډيرې ژړا وروسته شم بیهوشه

د څپو له دې تک سپین او له وحشي ویر سره یو ځای

همدا هسې بې پروا په مخه درومه

نن له مانه د چا پته

او د کور لاره مه غواړه

 

+ + + + 

اې د سیند د غاړې بوټیه 

زموږ دواړو تقدیر یو دی

زما ستړې ستړې مټې

ستا د شنو لاسو په څیر

د اوبو وړیو په چیغارو زخمي کیږي

زه او ته د مرستې نه یو

غبرګ لاسونه مو ماتیږي

که له مینې څخه تښتو

زندګي بې مانا کیږي

نو بیړۍ! 

دا د سیند د غاړې بوټی هم راواخله

 

+ + + + +

نو بیړۍ ! 

ستړی شوی یم سفر نه

غواړم خپل جسم ته ستون شم

تیاره راوله اې خدایه

لمر مې ګوتو کې د زخم غوندې درد کا

رڼاګانې مې پښو لاندې ماتیږي

 

                                 شرمیدلی آسمان

 

 

‎مودې وشوې

‎یو سړی دلته په لار کې

‎په خپل زوړ او په شلیدلي سیوري پروت دی

 

په لاسو کې یې چترۍ ده

ورسره هم څو ګلان

لکه له میندو خپه شوي کوچنیان ناست دي

چې باران ورباندې وپاشي خپل څاڅکي

خو باران ورباندې نه شي ځان شیندلی

پیړۍ وشوې

چې آسمان له شرمه شین دی

تا پلو کې

 ورنه ټولې وریځې وړي


 

                                                                           لوند غږ

 

زما 

او د هغې دنګې ونې درد شریک دی

 

چې غوښتل یې نرۍ څانګې یې ځنګل شي

 

خو رېښې یې لکه دوه نیازبینې پښې

 

د ویالې په لامده غږ باندې لمبه شوې

 

 

                                        بخښنه

 

ما وبخښه !

چې ناڅاپه مې له لپو

لکه وینې

اوښکې ولویدې په خاورو

  

زه چې کوم کلي کې اوسم

هلته هم کله نا کله

په شنه اسمان

 باران

وریږي


 

                                               پاڼې ویر

 

 

‎هره ورځ لکه قامت نه شړل شوی زخمي سیوری

‎ګڼو ونو سره ناست یم

‎غواړم ونو څخه زده کړم چې د ګوتو په سرونو پاڼې څنګه راشنې کیږي ؟

 

 ! اې مرغۍ

 

‎ګوندې یو ناڅاپه راشې بې فکرۍ کې

‎په لاسونو کې مې ځانته یوه ښکلې خوږه ځاله کړې آباده

 

+ + + +

‎زوړ ارمان مې نیم پوره شو

‎پیړۍ وشوې یم په پاڼې بدل شوې

‎له یو مست یاغي شماله یمه لاره کې هیر شوی

‎د هرچا د پښو لاندې خپلې ماتې چیغې اورم

لکه ستا د لاس بنګړی څنګه په شرنګ شرنګ او شرنګ نارو ماتیږم

‎زه یم څومره کم نصیبه

‎یم د خپلو زخمي چیغو

‎یو بدمرغه اوریدونکی

‎اې روانه لویه سینده

‎چې په توره نیمه شپه کې تکې سپینې نارې شیندې

‎ورسره هم زما کوکې له خپل درد سره پیوند کړه

‎ددې خلکو دې ړندو پښو ته وایه

‎ټولې پاڼې ددې ونو له زرغونو ګوتو نه دي بیلې شوي

‎ځینو پاڼو کې یو لوی بنیادم ژاړي


 

                                                                       کاڼی او پړونی

 

 

لکه لمر د مازیګر د غرونو شاته

څنګه ورو دې ژیړې وړانګې

زما د کور له دیوالونو کړې راټولې

 

لکه هغه انځورګر چې د عمرونو نقاشي یې د اوبو منځ ته ګوزار کړه

زما نوم دې له ډبرو په پړوني باندې وران کړ

څنګه ورو زما له سترګو ووتلې

د قدم غږ دې پخپله هم وانه ورید

 

 

*****

هغه غر مو چې په لپو و جوړ کړی

اوس د باد غیږ کې په شګې بدل شوی

زه او ته لکه باڼه یو ځای ولاړ وو

څنګه ورو ورو له یوبله څخه مات شوو

تر ناځوانو ، ښایسته سترګو دې جارشم

اې عزیزه !

اې خپلوانه !.

څنګه

یو بل ته

پردي شوو

زه هماغسې په خپل سیوري ولاړ یم

او ته څو پیړۍ له مانه شاته لاړې



                                                                      ړنګ وجود

 

 

ما په ځمکه هغه لاره پیدا نه کړه 

هغه لار چې

لکه سره خوږه قالینه د انارو

ستا د کور تر دروازې وه غوړیدلې

 

هغه لاره اصلن نه وه

 

هغه لاره وه یو چا راته په سترګو رسم کړې

هغه لاره مې لیمو کې اوسیدله داسې داسې

لکه چا وي په لوګجنې آیینې د کومې ښکلې نجلۍ عکس وي نښلولی

 

هغه لاره حقیقت کې یوکتاب وه

چې یې پاڼې کوم توپان وې ترې شکولې

کلمات یې لکه پانې د انګورو

په هوا کې توتکیو سره یو ځای الوتلې

 

بس هر وخت لکه یوڅوک عجیب کارونه رانه کیږي

او ډير وخت مې په لاسو پسې د بل چا توده غیږه لټولې

 

نه مې ګل شته

نه باغچه نه هم له پلاره راته پاتې لپه خاوره

خو بیاهم په بارانونو پسې ژاړم

نه مې څوک شته مساپر

نه هم له چایم لیرې تللی

خو بیا هم لکه زر کسه په زر ځایه

هر تم ځای کې ځانته ناست یم د اورګاډو نارې څارم

 

زه له ځانه هروخت لیرې بل ځای اوسم

او لاسونه مې

 هر وخت

 راسره نه وي

 


 

                                                                                             ورک لاسونه

 

ته مې په خپلو وږو ګوتو

چې د کور مخې ته مړه کړې

وروسته خپل کاله ته ستون شوم

پوره یو ځنګل مرغۍ هم هغه شپه

له کوشني قفسه والوتې

او لکه شلیدلی امیل

مرۍ مرۍ د آسمان په لوري وشیندل شوې

+ + ++

بیاهم شپه وه

ما مې ځان خپل په کاله کې پیدا نه کړ

بیرته ووتم له کوره

چې کتل مې هغه څوک چې ما وژلی په چړې و

هغه زه وم .

+ + + + +

دا دې ډير کلونه کیږی

. عقربې ددې زاړه ساعت زرګونو ځله ځان باندې را تاو شوې

یوې خاورې چې غوښتل خودکشي وکړي

ها چاړه یې په سینه کې ننه ایستې

او په ځای یې لکه څاڅکي څاڅکي وینه

د غاټولو څو ګلان هر وخت رسمیږي

اخ چې نور نو

ستړی شوی یمه غرونو !

یو څوک شته چې زما ورک لاسونه راوړي ؟

غواړم ځان مې

نور په غیږه کې تر خپله کوره یوسم

 

 

                              ژوبل غږ 

 

زړه مې دچا په اذیت نور نه دردیږي

دا غاټول ! 

نور له ازغو سره عادت شو

غږ دې اورمه

خو غږ کولی نشم

ژوبل غږ مې په خبرو وینې کیږي

 

 

په دې خټې دا دی زر کلونه تیر شول

نور ترې جام چاته د میو نه جوړیږي

اې ډبرو !

اې صبورو ایوبانو

هغه ټول په ساز مین کبان خبر کړئ !

هغه سیند چې به کبانو ته هروخت سندرې ویلې

هغه لاړو

د چا لپه کې په ووړ څاڅکی بدل شو

 

 


 

                                             د شونډو عطر 

 

 

چې دې وخندل

د شونډو سره  رڼا دې

د ګلونو سپینو پاڼو کې اوبه  شوه

له یوې مخې د ونو شنه لاسونه شیرچايی شول

 

کاشکی یوځل له غوټیو تپوس وکړې

ته چې کله په بلۍ سندرې وايې

ددوی ولې په سرو شونډو زنګ وهلی کولپ ماتیږي ؟

 

دعطرونو زړې پیغلې په واټونو بربڼدیږي

اوچی ستاپه سرو منګولو مې لاس تیرشي

سره ګلاب مې په لاسو ولې شنه کیږي ؟

 

په تندي باندې مې ښکل کړې

ورته ګوره 

 شیبه پس مې ټول بدن

طلايي کیږي

 

Image Description

نورمحمد لاهو