"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پیرمحمد کاروان شعرونه (۱)

 

 

                 ښاغلی لېونتوب


مه ژاړه بلبله عبادت به په نغمو کوو

ذکر د ګلونو به د پرخو په تسپو کوو

لمونځ به د سحر کوو او خوب به د غرمو کوو

تل به صفتونه د رخسار او د بارخو کوو

زړونه به ذرې ذرې د لمر په غېږ کې وشیندو

پټ به دیدنونه د سپوږمۍ په سپينو شپو کوو

غوڅې دې کړې ژبې راته مینه خو غوڅېږي نه

یو جهان خبرې به په سترګو په لېمو کوو

ځو به په اغزیو کې دردونه هم نشه لري

مست خماري خوب به د غوټو په بالښتو کوو

ځو د یار کوڅو ته چې دا سترګې پکې څلي کړو

دې خپلو کعبو کې دیدنونه د سجدو کوو

لوټ دې شي کاروان خو بیابان به کړو غاټول غاټول

عشقه له ښاغلي لېونتوب سره پښتو کوو

پېښور، دلیکوالو ټولنه ۲۱/۲/۱۳۷۱

 

 

 ---------------------------------------------------

 

                        قافله


په لاره تلمه په ځان نه پوهېدم

راباندې څښل نوي غزل جامونه

لکه چې ښه مخمور نوش کړي وي څه شل جامونه

ګلونه هسې هم ګلونه وو ګلونه پرېږدئ

سپېره اغزي هم راته ګل ګل کېدل

الماس د پرخې یې په څوکو ځلېدل ځلېدل

باغ کې د زړه مې د غزلو توري

لکه صفا رنګین بڼکي مرغان

په نغمو سر وو الوتل الوتل

او د مسرو په غزېدلو څانګو

یو یو راتلو او کېناستل کېناستل

په دې فردوس کې مې لا څو ګامه اخیستي نه وو

لا ستړي روح مې آرام کړی نه و

چې یوې غمجنې سوې لوې کړیکې

رانه رنګینې نشې یووړې یووړې وبوږنېدم

د احساس لاس مې لکه پاڼه غوندې ورپېده

د غزل جام مې په عدم کې شو توی

او په دې کړیکه 

د قافیو رنګین بڼکي مرغان والوتل

د مسرو څانګې خچې پچې شوې څه پاتې نشول

د زړه نقشه مې شوه یو دم بدله

هغه ګلشن په کربلا شو بدل

هغه خیالونه خندیدلي شول ټول وینې وینې

زما احساس شو پرهرژلی داسې

لکه حسین وي په سینه خوړلي

د یزیدیانو غشي

***

*نور نو څه وو خو اثر و

د دې سوې لوې کړیکې

چې مې زړه شو بې چړو نه

ژوبل ژوبل لیکې لیکې

زما ښکلی کلی پروت و

د اوچتو غرونو غېږ کې

درمندو کې یې ځوانان وو راټول شوي

لکه هېر چې شی یتیم نه

ټول زاړه زاړه غمونه

داسې دوی په خندا سر وو

د دې کلې په لمن کې

بس په څنګ د هدېرې کې

چې جنډې د شهیدانو

رپېدې لکه کوترې

غزېدلې یوه لار وه

تکه سپينه لکه تکه سپینه لېچه

د هجرت د قافلو یې وو ښکل کړي

په زر واره قدمونه

خو لا هغسې پرته وه

ښکلول یې قدمونه

د میَنو د مهجورو

د پښې یبلو

د سرتېرو د سرتورو

د دې لارې په سم منځ کې

یو زلمی پښه په رکاب و

سره اور سوی و کباب و

کور یې ړنګ په اضطراب و

د هجرت له قافلې و لرې پاتې

په زړګي یې ګرځېدلې

د خپل کلي ګوډې ماتې

سترګې سرې لکه ډېوې یې

هدیرې ته واړولې

سر یې پورته کړ جنډو ته 

بیا یې ټیټ په احترام کړ

څه دعا یې وویله

یو ناڅاپه یې په غوږ شول

د خنداوو آوازونه

پټ یې وویل په زړه کې

خدایه شک چې خندا هم لا ژوندۍ ده

سترګې برندې برندې پاتې

په ځوانانو کې ګنډلې

زړه يې خپل کلي ته لاړو

په کوڅو په کنډوالو کې

په پراخو درمندو کې

په پټیو په باغو کې

لېونی لېونی ګرځي

کله شين شي له خندا نه

له ژوندي یار سره کېني

یو ناڅاپه بیا غمجن شي

له زخمي یار سره کېني

کله وژارړي په کړیکو

د شهید جانان په قبر

ډېوې بلې کړي د اوښکو

او کتار یې په مزار کړي

زړه یې ډېر وګرځېدلو

د خپل کلي په ګودرو

لکه تږی مرغه بیا بېرته راستون شو

ما لیده چې د ټټر پنجرې ته لاړه

مخاطب مې شو د کلي هر یو ځوان ته

او په کړیکو یې ووې

«عالمه یو تر بل جارېږئ

ما د مجلس یاران لیدل چې خاورې شونه»

چو یې وویل او اس یې

د هجرت په قافله پسې روان شو

*نوموړی ازاد شعر په دوو اهنګونو کې راغلی دی.

تڼي، د نریزې کلی ۳/۴/۱۳۶۷

اهداء: زخمي کابل ته، د ښاپېریو وطن ته


------------------------------------------


                                           تعبیر؟



د غرڅنۍ تیونه

په پولادې غشو سوري سوري دي

سوي زګېروي یې څه نري نري دي

او د تنکو، تنکو کبلیو خولګۍ

په تکو تورو لوغړنو وینو تکې سرې دي

چا ورشیندلې په ملالو سترګو

له سرو سپرغو ډکې تودې ایرې دي

په غټو اوښکو کې یې سره رنګونه

لکه د ماتو آیینو په زړه کې

د سرو لمبو عکسونه

د غرڅنۍ په سترګو

ګردې تاوېږي د پړانګانو سترګې

نشي په ځان پسې راښکلی تښتېدلې غوړګې

خیال یې په زړه باندې نوکارې او پنجې وروي

په زخمي ذهن یې تېره تېره سیخونه ګرځي

په سرو بوټیو او هډوکو یې تبرونه ناڅي

په تصور یې د وریتو غوښو بویونه ګرځي

څوک څه پوهېږي چې تعبیر یې څه دی؟

بېګا کابل داسې یو خوب لیدلی

پېښور ۲۷/۱/۷۱

 

 

 ------------------------------------------------------------------

 

                                   یکه زار


بیا د کوم شهید په شان دیدار ته مخامخ یمه

خُم ته مې تکیه کړې ده یار ته مخامخ یمه

خدای مې ناست په زړه کې دی باران پر ګلوځي راځي

ټول ټپه ټپه یم، یکه زار ته مخامخ یمه

خیال کې مې روانې د څېړیو دنګې ونې دي

څو، که د پستو جینکو ښار ته مخامخ یمه

خوند مې لا له سپینو خولګکیو نه اخیستی نه

شپه په ولجه ستوري وړي، سهار ته مخامخ یمه

زړه د مهاجر یم خو هجران راته جانان،جانان

ستا د خمارو سترګو انصار ته مخامخ یمه

روح مې لوی ګړنګ دی، د نغمو له ازانګو نه ډک 

ښايي کوم غيبي لوی سندرمار ته مخامخ یمه

راشه او پر غاړه مې د لېچو امېل واچوه

سر مې پر اوږو راوړی دار ته مخامخ یمه

باز[1] لرم، سالک لرم، د مینې ممالک لرم

دم غنیمت بویه چې نثار ته مخامخ یمه

ووایه کاروانه موکل د کوم یو راګ یمه؟

تار مې له رباب سره، ستار ته مخامخ یمه

۱۳۷۶ جوزا

 

[1] نثار، سالک او باز؛ زما شاعران او ادیبان یاران

 

 

 

 



                                      غزل 



راشه د رحمت بارانه ښار اخیستی اور دی

ژوند لکه د کلي د چنار اخیستی اور دی

راشئ زما اوښکې ورله یوسئ بلبلانو

سوځي درنه ښکلي لاله زار اخیستی اور دی

نه یې د چا لاس لکه امېل له غاړې تاو شو

غاړه کې یې خپل د غاړې هار اخیستی اور دی

وچې شونډې ګرځئ بدبختانو میخوارانو

واښکې د انګور وسول انار اخیستی اور دی

لرې شه لمنه به دې وسوځي طبیبه!

پرې یې ږده چې څه کېږي پرهار اخیستی اور دی

ما وې ګلابي جامونه راکړه راته وې یې

وار وکړه تلوار مه کړه ستا وار اخیستی اور دی

سوې د کاروان سندرې چا په زمزمه کړې؟

ګوتې د مطرب وسوې شاتار اخیستی اور دی

پېښور، د عنایت الله ضیا صیب دوی کلی ۱۹۹۵/۱۲/۲۹

 

 


                                      غزل 

 



لکه یو ګل وي پاڼې پاڼې له ګلزاره وتی

داسې مې زړه درته آشنا په هره لاره وتی

ستا د ښاېست د لوی آسمان پر مشتري پرېوځي 

د مينې ستوری مې د عقل له مداره وتی

سريندې واغوستې د درد او د سندرو جامې

دغه کیفیت له وچې څانګې د چناره وتی

نه دی غزل، نه یو څو توري سره غېږ په غېږ دي

چېرته یو درد دی یاغي شوی له پرهاره وتی

پردي ګلونه یې د عشق په زبور څه پوهېږي

د داودي بلبلو سېل مې له دیاره وتی

د چا ښکالو ته مې زړه څک دي د پرهر غوږونه

دا لېونی مې د دنیا له هره کاره وتی

ستا د خندا د سپین تصویر د لارویو سره

کاروان د اوښکو په روڼ مخ لکه هنداره وتی

پېښور ۱۹۹۲

 

 


                                       غزل

 



ګله مخ دې پټ په زړه کې په هر آن

ښکلومه لکه پاڼه د قرآن

یه! د مينې د سحر د لمانځه کیفه!

سندریز یې لکه سوره ی رحمان

شهنشاه د غزلونو دی لیکلی 

ستا په دوو پښتنو سترګو کې دیوان

په منطق او فلسفه دې نه پوهېږم

ما لوستلی د مجنون څېرې ګرېوان

خداېزده ولې د ګودر غوندې رنګین یې؟

ستا سرې شونډې خو لا ښکل نه دي پېزوان

ترهه مه کړه له ښکاري هوسۍ د مينې

بیابان د ژوند مې دی پر تا ودان

ستا خو دوست دی ستا خو خپل دی ستا خو مل دی

ما هم بوځه تر درشله د یزدان

ځان راوښیه د مصر زلیخا یې؟

که پاچا یې د خوبونو د کنعان

دا ته څوک یې چې دې وینځي دې سندرې؟

دا ته څوک یې چې غزل دې غلامان؟

لږ دمه خو وکړه ګرځنده ګلابه!

درپسې مې ستړي دواړه بوراګان

اداګانې دې د هند د نڅاګرې

خو جلال دې په څېره کې د افغان 

خلک وايي چې یې سترګې لېونۍ دي

زه خو بولمه دا خلک لېونیان

د داستان غوندې له سلو غوټو ډکې

ځان راواوروه چې یاد دې کړم آسان

ته واته هم د پښتو خوږه لنډۍ یې

یادوم دې په زار زار او په قربان

ځان دې ساته ګل اندامه ښاپېرۍ یې 

خدای دې مه وړه په کوم دېوِترابان

چا ویل راته چې ته څنګه شاعر شوې؟

ما وې ماته شاعري راکړه جانان

رایادېږي دې وړې وړې خبرې

چې په شنو ونو کې وینمه طوطیان

پېښور د جوماتونو وطن بویه

دنګې،دنګې منارې یې ستا په شان

لاس وروغځوه شپه ده ډېوه مړه ده

یو څو ستوري خو راواخله له آسمان

رانه ورک دی سرګردانه پسې ګرځم

ګوندې وي چې چېرته بیا موممه ځان

که دې خوب وي تښتېدلی راته وایه

چې خپل ټول خوبونه درکړمه ارزان

بس یوه سکه موسکا د مینې راکړه

دومره اړ نه یم په ګټه په تاوان

عقیده مې شوې په زړه کې مې اوسېږې

یادوم دې چې روزي مې شي ایمان

کړه ولجه یې قصیدې به درته وايي

له باګرامه د سندرو ځي کاروان

 

 



                                      غزل

 



سپوږمۍ او راڼه ستوري مې د کلي په اوبو کې

 راکوز وو له آسمانه او ما څښلي په اوبو کې

ژوندي وو څراغونه ما لېدلي په اوبو کې 

هغه زرین کبان یې نن وژلي په اوبو کې

ګلپاڼې یې کفن وو د مچیو بوراګانو

ګلونه د جانان رارسېدلي په اوبو کې

منار د جومات مات و پکې نیت یې و د ځالې

وزرونه توتکیو وو مينځلي په اوبو کې 

اوږۍ د چا د غاړې د چنار له څانګې زانګي

جوړ شوي وو د ماتو بنګړو څلي په اوبو کې

 

 

 -----------------------------------------

 

                                  شاعرې اروا ته!



ته د ښکلا د غره پر سر ولاړه

لکه مغروره او سرکشه ونه

سر دې آسمان ته رسي

د سپينو ستورو د رازونو په جېبونو کې لاسونه وهې

او د اوږدو وريښمينو څڼو په پستو متروکو

د ګل وږمې وهې پر مخ ستړي بادونه وهې

ته د ګلونو پرخې پرخې د بلبلو د سندرو 

په تارونو پېيې 

پښو ته پاېزیب جوړوې

د رڼو وړانګو له بنګړیو نه په ډکو لاسو

د شنه آسمان له تاخ راکوزه کړې چمبه د سپوږمۍ

په ګودرونو،په سیندونو، دریابونو کې یې وغږوې

درې،غونډۍ،غرونه،ځنګلونه ورته ونڅوې

د دریابونو د څپو پر سپینو لوڅو مرمرینو لېچو

للو للو کړې د رنګونو بېړۍ وزنګوې

د ډبرین کمر پر سر د یوې مستې نڅاګرې په څېر

وريښمينې پښې ووهې

ستا د وريښمینو پښو له لمسه

ډبرین کمر هم تاند شي او د موم په شان اوبه اوبه شي

د شنه سمان د رڼو ستورو په شان

هندارې وزېږوي

د تصویرونو یوه ورک کلي ته ډېرې لارې وزېږوي

***

ستا په لمن کې شته دي پرخې پرخې

د پیغمبر د رڼو اوښکو په شان

د هرې اوښکې په دانه دانه کې رپي رپي

د لمر تنکي تنکي ورکوټي ماشومان ماشومان

چې ستا په سیمه د ګل پاڼې وړي د شاتو مچۍ 

ته د وږمو قلنګ ترې اخلې په خوږو لاسونو

څوک چې په خوند پوهېږي

ستا د خوږو لاسونو لمس د ذایقې پر اوږه وپېژني

د خوږو شاتو په شان

ستا تصویرونه غزالانو هم کرلي دي، له ترهې نه په ډکو سترګو

تا د سالو په پيڅکه غوټه کړه موسکا د ګلاب

او د مودو مودو مرموزه بیماري د نرګس

او تا کړه غوټه د یتیم د سوې ساندې په څېر

د شپې د هغه تور بلبل سندره

چې د رڼا د غزلونو په تور 

چا پرې نوشلي وي رانجه د تیارو

*** 

ستا په لېمو کې غځونې کوي

د زوړ یونان د بیلیتیس هغه یاغي او غزلیز خوبونه 

چې په تعبیر یې د شعرونو شهنشاه پوهېږي

ستاکوچانۍ او ستا ملالې سترګې

زما د روح د لالهاند لاروي

د ښاېستوکو غم انګېزو خاطرو دمه ځای

پکې روان دی د زرینو انځورونو کاروان

په دې کاروان کې ماښامونه بار دي ستوري بار دي

د سپين سبا د غزلونو زرین توري بار دي

یو لوری نه دی پکې ټول واړه شپږ لوري بار دي

پکې رنګونه د ګلونو بار دي

پکې کعبه ده، مېکده ده، خانقا بار ده

پکې صوفیان او صوفیانه مسته نڅا بار ده

چې یې لستوڼي د خرقو په الطهور لامده دي

د سترګو کسي یې په اوښکو د منصور لامده دي

یا ایاتونه د قران د ترنم په سیند کې 

هم د تورات هم د انجیل هم د زبور لامده دي

ته د ښکلا د غره پر سر ولاړه

د غزلونو او سندرو ونه 

د خیال ريښې دې د رنګونو سمندر ته رسي

ته یې وینوس د تخیل د مرغلرو ونه

ته د خپل ژوند پر شهید 

لکه ولاړه لوحه

سر نه تر پښو له مرثیو او له ویرنو ډکه

ته لکه سپينه د مرمرو ونه

تا د ارمان پر کلي سیوری کړی

څانګې دې ډکې د مراد له غوټو 

ته د خپل کلي د زیارت د منجاورو ونه

له تانه سوال کوو، سندرې غواړو

ته د سندرو د سوالګرو ونه

ستا څانګې څانګې دې یې خدای له سره نه کموي

ته د الهام د مسافرو ونه

ته په څلور فصله مېوه ورکوې

له څانګې، څانګې نه دې زانګي د غزلو وږي

*** 

ته د ښکلا د غره پر سر ولاړه

لکه مغروره او سرکشه ونه 

سر دې اسمان ته رسي

په څانګو،څانګو کې دې ناست دي د سندرو مرغان

ستا د سندرو مرغان

که زموږ کلي ته په سېل راشي

زموږ د غرونو څېړۍ غوڅې او نښتر شهیدان

زموږ د کلي له چنار، چناره

د شهیدانو تابوتونه جوړ دي

زما په لپه کې دې ځالې وکړي

ستا د سندرو مرغان

.... خو که د ونې د دوو څانګو په څېر 

زما لاسونه په تبرونو چا غوڅ کړي نه وو!

پېښور ۱۹۹۵/۱۰/۲۸

 



                                      غزل

 



زړه یم خو د درد په پښو پرهار راسره ځي

وخت لکه لېوه غوندې په لار راسره ځي

ښکلیه ستا په مسته منصوري مینه بدنام یم

دار راسره درومي او سنګسار راسره ځي

روغ وم لېونی یې کړم تندی یې راته مات کړ

کاڼي په لمنو کې هوښیار راسره ځي

غوڅ یې کړ تابوت یې کړ ستا نوم به مې لیکه پرې

ستا په نامه خاورو ته چنار راسره ځي

ټوله شپه سپوږمۍ په ورکو ستورو پسې ژاړي

لمر په وینو لژند هر سهار راسره ځي

دی د زړه ګلدان مې ډک د زخم له ګلونو

نه مرمه،مالګین،حسین مالیار راسره ځي

ستار په یوه تصویر پسې په ورکو لارو سر دی

ګوره د هندارو کاروان بار راسره ځي

۱۹۹۲/د جولای ۲مه،پېښور،هشنغرۍ

 

 


                                      غزل

 



درومي خو څرګنده نه ده کومه لار به ونیسي

دا سر به په دار شي که د لېچو هار به ونيسي

رابه شي د ستورو په لباس کې لکه سپین بازان

سره کفار به ونیسي او تور کفار به ونیسي

خدای به یې بیا پاکه کړي د سپين سهار په سپین دسمال

هو منم د لمر ښيښه، د شپې غبار به ونیسي 

بین د مستې مینې به رواخلي د مولا په نوم

لار به ترې ولجه کړي بې ودې ښامار به ونیسي 

زړه لري بې زړه نه دی یو څوک خو به پرې ونمانځي

ګوره یې په نن سبا کې ښکلی یار به ونیسي

بیا به مرغلرې د فرعون له ږیرې وشکوي

وخت لاس د ماشوم موسی دی سور انګار به ونيسي 

رابه شي، په پښو به یې بیا پرېوځي چې پخلا یې کړي

سپینې اوبه، پښې د مرور چنار به ونیسي

رابه شي،پیدا به شي، دا ورک د ارمان ستوری مو

خوله به له سپوږمۍ واخلي د لمر مدار به ونیسي

راغی د دردونو له کاروان سره د بره نه

خدای ته مې امید دی، د سندرو ښار به ونیسي

۱۹۹۵/۱۲/۱۹

 


 

                                      غزل



شرنګيږي مې په روح کې د رباب په څېر یو څوک

مایوسي د سندرو د دریاب په څېر یو څوک

سېلونه د کوترو رانه لرې لرې ګرځي

پر بام مې د زړه ناست دی د عقاب په څېر یو څوک

په لاس کې به له ژامې د ښاماره واخلي لال

راشین به شي د څانګې د ګلاب په څېر یو څوک

د زړونو مرغلرې د کینو له زنګه ساتئ

پیدا به نه کړئ بیا کله د آب په څېر یو څوک

پاچا د نوش دارو قافلې نن راولېږلې

رستم پرون وژلی د سهراب په څېر یو څوک

بیا نه راځي ماشوم غوندې یې ځکه نازوم

خدای مه کړه مرور شي د شباب په څېر یو څوک

له تندې نه یې ډک کړل د غاټولو کنډولونه

روان په بیابان کې د سراب په څېر یو څوک

خبرو ته به مستې د سندرو اوبه ورکړي

راځي به د نغمو د انقلاب په څېر یو څوک

کاروان یې درسته شپه په ترنم ترنم وايي

د سوو غزلونو د کتاب په څېر یو څوک

پېښور۱۹۹۵/۱۱/۱۶

 

 ------------------------------------------------

 


                                چنار خبرې کوي



زه د بر کلي د ګودر د غاړې 

یو شین چنار وم، چنار

هر مازدیګر به راته سلو نجونو 

په سرو منګولو سلامونه کول 

سهار وختي به مستانه پېغلوټو

زما پر ټيټو او خورو څانګو اوبه شيندلې

زه به په ناز لکه خوب وړی زلمی

څه غلی،غلی غوندې وبوږنېدم

له شینکي خوب نه به د پېغلو په خندا ويښېدم

له ساړه باد سره به اخوا دېخوا

لکه د ټال زنګېدم

او د ګودر اوبو به

راته چمبه وهله

لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا

په شنه ګيډي،ګيډي کمیس کې ګډېدم،ګډېدم

کله ناکله مې په غلي ماښام

له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اورېده

لکه غوږونه به مې

د څانګو ، څانګو په لاسونو کې نيولې پاڼې

ما به د دوو مېنو 

د بڼوګانو هر یو رپ اورېده

بیا به مې باد ته ښورول لاسونه:

غلی شه خدای ته ګوره شور مه کوه!

خداېزده چې ولې به د باد غمازګر

راسره رخه کېده

د دوو مېنو ننداره یې په ما نه لورېده

لکه چې مست ښامار زنګېږي د چندڼ پر څانګو 

داسې په خرپ به یې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې 

پاس به له ځالې نه جوړۍ بلبلې والوتلې

لاندې به هم غلې شوه

د تودو شونډو د مچکو خرپا

زما په زړه کې به وې څړیکې تر سهاره خورې

سهار به لمر راوخوت

نجونو به بیا په سلامونو باندې ونمانځلم

لمر چې به څو نېزې له غره راجګ شو

د ګودر غاړې ته به وکوچېده

د مستو نجونو د منګیو کاروان

مهار د وړانګو یې په لاس کې و د لمر د څاروان

لمر به د وړانګو په تودو لاسونو غوټه کړلې

زما د غبرګو ماتو څانګو له رګونو سره

خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو 

لکه ماشوم به له خندا نه شین شوم وبه مې وې:

اخ خدایه بیا د چا ښکالو راغله؟

بیا مې په رګ، رګ کې خورې شوې څړیکې

هغه دی بیا میَن زلمی راغی

چې دا زما د ماتو څانګو خوا کې څه لټوي؟

هغه دي ټولې یې کړې 

ټوټې د ماتو بنګړو

او مرغلرې د شکېدلي امېل

هغه دي غوټه یې کړې

د سره دسمال په پيڅکه

ښايي چې دا دسمال هم

چا ورته جوړ وي په وريښمینو ګوتو

ما به له زړه سره پټ پټ وخندل:

خدای ماته هم میَن زړګی راکړی 

چې د میَنو په راز ښه پوهېږم

زلمی به غلی،غلی

لکه ښکاري نه ترهېدلی غرڅه ماته راغی 

اخ څه ښاېسته و زلمی

اخ څه ظالم و زلمی

چې په تېره چاکو یې 

زما په تاند او په غوښن ټټر کې 

د خپل معشوق د نامه 

شپږ نه اووه توري ژور ولیکل

زما ټټر کې یې چاکو وښويېد

ښايي زما د ناز ښېرې وواهه

ګوته یې هم شوه برسېرنه ژوبله

 چې په تودو وینو یې

د خپل معشوق د نامه توري سره شول

په وینو سره توري یې 

په مینه،مینه ښکل کړل

زما په رګ،رګ کې

د خواږه درد څړیکې خورې ورې شوې

خورې ورې څانګې مې

لکه د اور لمبې شوې

سېل د مرغانو رانه والوتو 

ښايي په دې پټو لمبو باندې یې پښې وريتې شوې

هغه میَن زلمي زما د وجود

دوې ماتې غبرګې څانګې کور ته یووړې 

بیا به مې آن له شفقي ماښامه

تر سپيده داغ پورې نغمې اوريدې

د سريندې له نري تاره،تاره

د مست رباب له مستانه شاتاره

څه په خندا به مې په غېږ ورېده

د شنه آسمان د سپينو ستورو له رڼو سترګو نه

د پلوشو د اوښکو داره،داره

زما تر زړه به یې کړه نېغه تېره

د وړانګو سپينه لاره

پاس د ښاېست پرښتو 

راته نیولې وه رڼه هېنداره

شینکی آسمان به مې د ځان سکه تصویر ګڼلو 

او راڼه ستوري مې د خپلو څانګو

سپينې مرغۍ بللې 

داسې زما د ژوندون

پېغلې شېبې تېرېدې

 

لکه په شنو ویالو کې سپینې اوبه   

 

لکه د پېغلو تکې سپينې لېچې

د شنو بخملو له لستوڼو راوتې تېرېدې 

داسې یو څو شپې وې د قدر شپې وې

چې ويښ به ناست وم تر سهاره پورې 

چې ټوله شپه به مې څارلې د میَنو لارې 

زما به پاڼه،پاڼه غوږ غوږ وه

د هغې مستې سریندې نغمو ته

چې په لیندۍ کې یې یو څو تاره د څڼو هم وو

له کاره وېستی ومه شرنګ د رباب 

چې په سینه یې د درخو د لاس ځونډي زنګېدل

پرون چې بیا لکه د ناوې زلمی

د نجونو منځ کې ناست وم

ناڅاپه کړیکې شوې د وای مورې نارې خورې شوې

په ځان خبر هم نه وم څانګې مې ارې،ارې شوې

بنګړي ذرې،ذرې شول

منګي کودي،کودي شول

څڼې لمبه،لمبه شوې

شالونه باد یووړل

پاس مې آسمان ته کتل

زما پر خوا و په غړمبا را روان

لکه یو ستوری له مداره وتی

لکه یو غشی له پرهاره وتی

د اور ابلیس د ملایېکو له کتاره وتی

پر جوماتونو پر حجرو پر ګودرونو پرېوت 

پر سر د مستو چنارونو پرېوت

*** 

زه د ګودر په غاړه نه یم ولاړ

ما سل زلمي سل جینکۍ په غېږ کې ټینګ نیولي

زه د کنډو پر سر په لویه هدیره کې ښخ یم

زما په هر تابوت کې

یو ګودر وینې ښخې 

یو ګودر اوښکې ښخې 

زما د هر تابوت پر هره تخته

د عاشقانو معشوقو نومونه 

د ګور چینجو خوړلي

زما له څانګې جوړه شوې سرینده ده ماته 

په تش ګوګل کې یې د غم توره پيشو ده ناسته

خوله یې په وینو سره ده

د ژوند له ښکلیو ماشومانو یې خوبونه وړي

د کښت د پېغلو پر سینو نشته د ږدنو ځونډي 

زمونږ د کلي د بامونو د سر

روږدې کوترې وږې

زما د څانګې له رباب نه د شکېدلي ځونډي

 وچې مرۍ تېروي.

*** 

زه د بر کلي د ګودر د غاړې

یو شین چنار وم، چنار

زه د ګودر په طبع ښه پوهېږم

ګودر شاعر غواړي، چنار غواړي

ګودر د سلو منګو

 رنګین کتار غواړي

ګودر د غرونو، د ځنګلونو د پېغلوټو چینو

کاروان مهار غواړي

۱۹۹۴/۱۱/۹ ، پېښور

 




                     د ګلونو تر کاروانه




مرورې مستې زاڼې به بیا راشي

کټوري به له سندرو نه ډک راوړي

د ښکاري لاس به وچېږي تر څنګلو

ورپسې که به لینده یا ټوپک راوړي

دغه تږي ماشومان ګلونه، نه دي!

خدای به دوی ته هم د پرخې پتک راوړي

هوسۍ سترګې به وي بس غزل ویونه

بې له ترهې به کبلي روي تیونه

په ځنګلونو کې تش نسې لويې ونې

چې پرون په مردکو سورۍ،سورۍ دي

دا سوري به د ګلونو دروازې شي

ملِکې پسې په ګلو بار مچۍ دي

او زخمي ونې به ډکې شي له شاتو

له ترخو وختونو پس خوږې ګړۍ دي

پردی لاس به غوڅ، مات غاښې به ارې شي

په شغ،شغ به د نښتر څڼې خورې شي

د آسمان تلې به ډکې کړو له ستورو

په دانو د سپینو ستورو به لمر واخلو

که هر څو د شپو په شال کې رانه پټ دی

خامخا به خوله، له ښکلي سحر واخلو 

صبر وکړئ د صابرو مولا مل دی

بیا به ډېر له ښکرورو نه ښکر واخلو

ځئ چې ځو  چې په ځولۍ کې یې نن راوړو

د هر بام روږدیو کوترو ته ږدن راوړو

چې پرون یې خوله د وري په وینو سره وه

د هغه لېوه څرمنه به چمبه شي 

یا قربان به په ګډا له ستوني وځي 

او ټپه به د ژوندون هره شېبه شي

په واده به یې پېغلوټه خور ګډېږي

د شهید د کشر ورور شونډه به شنه شي

سور د تور پېکي غاټول به راژوندی شي

د اتڼ لپاره ډول به راژوندی شي

شنې درې به له درانه خوب کا راویښې 

د شپونکي د شپېلۍ غږ به خور او  وُر شي

د ګولیو د غږ داغ به دواړه مینځي

دا آواز به د قمري د «کوکو» ورور شي

ماشومان به زرغونه او شنه طوطیان شي

په دې چوپو مکتبونو کې به شور شي

پر چنار باندې به لمر وزر خواره کا

شین چنار به پر ګودر وزر خواره کا

سره بیا به شي پخلا لکه پېغلوټې 

غېږ په غېږ به مرورې چینې راشي

تصویرونه به د ښکلیو نجونو راوړي

په ویالو کې به رڼې آیینې راشي

کوچانۍ مینه چې زړونو ته ورلېږدي

دې کېږدیو کې به څنګه کينې راشي

په ګلونو کې به ټک وهي بیا مراندې

کوچانی د لمر د ښکلي سبا مراندې

تور دېوان او سپین دېوان به پسې واخلو 

د «ملوک» په افسانه کې به روان شو

څلوېښت خوېندې ښاپېرۍ به کړو راويښې 

ځلبلانده به غمي د سلیمان شو

له «ملوک» او له «بدرۍ» به راتاوېږو

لاروي به د ګلونو د کاروان شو

په سېلونو د کوترو کې به ګرځو

په غزلو په سندرو کې به ګرځو

د کمر په هغه درز کې به ګل خاندي 

چې پرون توغندي وېشتی و په تشي

پروت په پرخه کې د بم زخم به جام شي

پکې شپون به پیوره وزه لوشي

هم هغه فولاد به نوکې د قلم شي

چې پرون ترې جوړېدې څوکې د غشي

لکه توري په کتاب کې به اوسېږو

د نغمو غوندې رباب کې به اوسېږو

پر توپونو به رانجه وخورو چې ګونګ شي

اذانونه د بلال به راژوندي کړو

له مارانو به زهري غاښونه باسو 

چې ژوند اخلي مړه به هغه توغندي کړو

تشې لپې به یې ډکې له دعا شي

کشمالو نه به ډک، کُل واړه کودي کړو

تور بلبل به بیا د شنه چمن خطیب شي

سپين شبنم به د رنځور نرګس طبیب شي

د شیطان په غوږ به ټک وهو مېخونه

پرښتو ته به په زړونو کې ځای ورکړو

چې مسینې شېبې ټولې کړي زرینې

راپیدا به د وخت داسې کیمیاګر کړو

د ښکلا د تصور دیدار به وکړو

پر هېندارو به راتېر لاس د جوهر کړو

شپې دې راشي د رڼا نیلي به زین کړو

ساده ژوند به د طاووس غوندې رنګین کړو

نغارې به وډنګېږي دا به وايي:

ننداره ده اووه سری ښامار وژني

لوی سیمرغ درنې غونډې پر وزر بار دي

پرې قاتل د بانډو،کلیو او ښار وژني

نور به هغه زهرجن لاسونه مړه شي

چې کب وژني، اوبه وژني، بهار وژني

د زرین سیمرغ بچي به رازلمي شي

له ښامار نه به راپاتې ډېر غمي شي

۱۳۷۵/وږی

 

 

                  شاعر ته لیک د ځنګل



سلام سلام ګرانه کاروانه سلام

وایه چې هېر دې یم کنه ملګریه؟!

زما د سویو لوغړنو شېبو

ستړیه ستومانه اوښبنه ملګریه!

+ + + 

ظالمه نه رادرومې مرم درپسې

د سورکي اوښ د ګونګرو شرنګ دې اورم

ها چې اهدا دې و شپونکي شهید ته

هاغه غزل په وینو رنګ دې اورم

+ + + 

نن سبا مستې ترانې نه لیکې

منمه ستا د قلم نوکه ما ته

ستا د شاعر زړګي په شنه ستوري کې

د سپین هلال د تورې څوکه ما ته

+ + + 

چې ستا د چاودو پښو په وینو سره وو

نن مې شمال هغه سرګړي ښکل کړل

ستا د شرابو شیشې تشې مه شه

را شه سوما مې درته واړه ګل کړل

+ + + 

راځي د شاتو ګلوزرې مچۍ

دانه دانه دي غزلتوري ګرځي

ستا د  مسرو پنجرې یې خچې پچې 

د غره مارغان شي په هر  لوري ګرځي

+ + + 

 

درته کافرې ترانې لرمه

راشه یو څو یې مسلمانې خو کړه

خیر دی یو څو به ملِکې شي درته 

ځینې یې وینځې غلامانې خو کړه

+ + +

منمه نن سبا تش لاسی یې ډېر

له خیالي لاس دې د شعر کب ښویيږي

لا دې په زړه کې تنده نه ده راشنه

چې دې له شونډو جام د، رب ښوییږي

+ + +

سر په ځنګون چې کړم په خوب دې وینم

د ناصر باغ په هدیره کې ګرځې

لکه غاټول غوندې را ټول غوندې یې

د زړه د داغ په هدیره کې ګرځې

+ + +

زه هم خبر شوم ځورولی یې چا

کره کتونکو درته کم کتلي 

د شاعر زړه ګلاب دې مړاوې مه شه

ما دې د سر و اوښکو شبنم کتلي

+ + +

سترګې دې ډکې دي د زړه له رنګه 

خبرې نه کوې سندرې ګورې

د شعر کوترې په پنجو نه درځي

لکه سپین باز لوړې ژورې ګورې

+ + +

راشه پخلا شه مروره آشنا

چوپو بلبلو ته سندرې راوړه

د پرښو پرښو پنجرې ماتوه

بندي طوطیانو ته شکرې راوړه

+ + +

راشه د شپې راشه شاعر به دې کړم

که د سپوږمۍ په جام کې شومې شیبې

د قمري غوږ کې کوکو کو ووایه

چې را په یادې شي ما شومې شېبې

+ + + 

لکه د خدای د شنه کتاب په شانې

د سپینو وړانګو په چترۍ کې را کوز

په خدای که شین ځنګل مې وګڼې اوس

سره له ستورو یم سپوږمۍ کې را کوز

+ + + 

د شنو چندڼو په خوشبو کې لامبم

شپه ده په شان  د شنه ښامار پروت یم

نه نه پر سر مې ده سپوږمۍ ولاړه

چاپیر د سپینو ستورو هار پروت یم

+ + +

پر سر د هغې تپې ستوری ولاړ

چې ستا د سره اوښ کپرۍ ښخه ده

پر مخ یې لاس د نښتر وواهمه

چې هسې نه پکې سپوږمۍ ښخه ده

+ + + 

سهار چې لمر لکه زرینه بیړۍ

زما د شنې غېږې په سین کې ګرځې

دا د شهید شاعر خوشحاله اروا

په آیاتونو د یاسین کې ګرځي

+ + + 

شډل بازان لکه سټینګر توغندي

وزرې شخې غاړې لکې نیسي

د برګ وزرو غرنو کوترو

پستې مهینې الوتکې نیسي

+ + +

ها چې روسي هوا باز نه شو ویشتی

لښکرو لاړ پر هغه لوړ ګلونه

ته وا قیام دی شهیدانو کړی

بیا لوغړن دي د ګوګړ ګلونه

+ + +

ماشوم شپونکی څه په هنر ور خېژي

ترې نه راوړي ګېډۍ ګېډۍ په مینه

پر وچو شونډو یې ټپه ښکلوي

ناوکۍ خور ته وړې ډالۍ په مینه

+ + +

لمدې څېړۍ ته مې چندڼ په سلام

شنې په باران مې بنفشې بنفشې

د ښکلا برید مې څوک ټاکلی نه شي

بس یو ښایست یم بې نقشې بې نقشې

+ + +

هغه د شنې غونډۍ نښتر دې په یاد؟

چې یې ټټر کې توغندی ښخ و

هغه چې سپین ټټر یې لوټ لوټ و

چې یې پرو کې سور ځونډی ښخ و

+ + +

اوس له هغه زخم نه څانګه راشنه

چې پرې وږمه راشي لونګ خوروي

او که شمال ور سره وکړي شوخي

بیا خو د شنو بنګړیو شرنګ خوروي

+ + +

د شپې پر دې څانګه بلبله کیني

چې سرودونه د زبور یې په یاد

په سوي غږ سره محشر پنځوي

ته وا اسرار د کوه طور یې په یاد

+ + +

په سپیده داغ بلالي چیغه وکړي

څه په خوږه ژبه قرآن وايي

ټول کاینات ورته ټالۍ ووهي

په ترنم چې الرحمان وايي

+ + + 

راشه زما پر لمن لاس لګوه

چې څومره غواړې دومره مینه درکړم

مسرې یې سېل د طاووسانو واخله

چې سپین غزل ته دې شنه وینه درکړم

+ + +

که حماسه که دې جلال وي په کار

د برګي پړانګ لېونۍ سترګې لرم

او د جمال د نازکۍ لپاره

ګوره  په رم د هوسۍ سترګې لرم

+ + +

زه چې په لمنځو کې شمال وشیندم

د څڼو بوی به د دلبرو هېر کړې

منم د خیال تیشه به وغورځوې

دغه بتان به د ډبرو هیر کړې

+ + +

درته به راولم شاعره اروا

د ورک ارم د ښاپېرۍ په بڼه

درته د لمر زرین تارونه اوبم

بس د سندرو د کېږدۍ په بڼه

+ + +

که د سندرو ښاپېرۍ ښکلوې

څو ګامه مخکې له خپل ځانه راشه

د شنو بنګړو شرنګا یې اورې که نه؟!

درته نارې وهي کاروانه راشه

+ + +

د ښکلا داسې جزېرې درښیم

چې د شاعر سړي په خیال کې نه شته

ستا د یوې ټپې په زړي کې شته 

د نورو ژبو په جوال کې نه شته

+ + +

راشه چې لرې پروازونه درکړم

چې په شفق دې وزر ولګېږي

درته سکې د ښکلا توس اخیستی

ټاپه به ستا د هنر ولګیږي

+ + +

راشه د شپې راشه شاعر به دې کړم

په شنو اوبو کې راڼه ستوري ګرځي

دوی پر زرین مازدیګر لوړه کړې

چې ټول به ستا د غزل توري ګرځي

+ + + 

لیک مې درولیږه در وبه رسي

هو د الهام د یوې کوترې په لاس

بازان یې نه لوټي ځواب یې راکړه

د شنه باګرام د یوې کوترې په لاس

+ + +

ستا د بهیر یاران په مینه نمانځم

له شنې دعا نه مې ځولې ډکې دي

منم بهیر به شي د شمعو بهیر

له شهیدانو مې غونډۍ ډکې دي

+ + +

دا عاشقان دا عارفان د بهیر

د صوفیانه نظام جنډې به واخلي

چې یې منصور و په مستۍ راوستی

په نوم د هغه جام جنډې به واخلي

+ + +

ګوره چې هېر دې نه شم هیر دې ډېر دي

یو ځلې بیا وایم چې بیا به راځې

پر پخوانو پلونو دې ګرد پرېوتی

ګرانه کاروانه خامخا به راځې

+ + +

خدای خبر هېر دې یم که یاد به دې یم

زما پر زړه باندې خو ګرځې مدام

ها يي ماشوم شې لولکۍ رانیسې

د ګل پر غوړګو باندې غورځې مدام

+ + +

راشه جانانه پرې سندرې وایه

د څېړۍ پاڼې پاڼې ژبې زما

راشه چې شین شم رنګ مې زېړ اوښتی

د بېلتانه له زېړۍ تبې زما

+ + + 

چې مازیګر شي شنو درو ته زما

لمر د زخمي مارغه په شان راشي

ستړي وزر راباندې وغوړوي

کاروانه ستا د زړه په شان راشي

 

۲-۷-۱۹۹۸پېښور ناصرباغ نوی کمپ 

 

----------------------------------------------- 

 


                               لکه زېړه زرغونه



راځه دواړه د ښکلا پر سفر ووځو

له خپل کلي نه به لرې لرې ولاړ شو

په یوه ځای، په یوه آواز، په یوه انداز به 

لکه غبرګې او خوږې سندرې ولاړ شو

د ژوندون د اوښ مهار به 

دواړه ونیسو په ګډه

راځه ولېږدو په کډه

بار د ستورو د سپوږمیو

د سندرو چندڼ بویو او د زېړو زرغونو به 

سره وتړو د لمر په زري مراندو

د ژوندون د اوښ پر شا به یې بار کاندو

خامخا که په پېچومي کې پښه نیسي

ته یې ووهه د ګل په لښتو تاندو

= = = 

د سلګیو پر کږلېچ به 

لکه سپینې اوښکې واوړو

د خندا په خانقا کې

به د لوی صوفي له زړه نه 

په ګډا لکه د مینې اوښکې واوړو

چې یې لمر پر تېره څوکه لګېدلی

هاغه لوړ کنډو خو وینې!

د کنډو په غېږ کې تویې

د لمر څاڅکي څاڅکي وینې

مخامخ به یوه او بل ته

د کنډو په سر کې کېنو

یکه زار به را ته وايې

زه به سر د ټپې واخلم

ته یې بله مسره وایه

ورپسې چې غاړه تاو کړم

ته یې هم را سره وایه

ته به ښه ښایسته سوال شې

زه به ستا د سوال ځواب شم

د طاووس بڼکه ته شه

زه به غېږه د کتاب شم

ته به داسې رانه پوښتې

را ته وایه چې ژوند څه دی

زه به داسې درته وایم

چې ژوند لویه کرونده ده

پرې کرلي چا لونګ دي

چا ګلاب دي او چا بنګ دي 

او چا ګډ د ازغو لَو دی

چا ته خوږ لکه لومړۍ بوسه د ناوې

چا ته خپل ژوند د پردۍ ناوې په شان دی

شوې یې سترګې پسې سپینې

خو ده پټ مخ په پلَو دی

ته خبره یې که نه یې

زه او ته دواړه شپانه یو

تورې سپینې رمې پیایو

د شیبو او د ګړیو

راځه پټ شو په شړیو

راځه څملو پر لیمڅیو

خدای دې وکړي چې ټول مات شي

سر دې ږدمه پر بنګړیو

= = = 

ګوره دا دې هم هیر نه شي

د کفنو اوبدل زده کړه

له ځېږو ځېږو وژغنو

له پستو پستو وړیو

وی ډارنې ته خو پاڼې غوندې رپې

مرګ خو باز نه دی چې زاڼې غوندې رپې

مه ډارېږه زه به زړه در سره نیم کړم

څنګه موسکه شوې او برندې را ته ګورې!

هو پوهېږمه د ژوند له ډېرې تندې را ته ګورې

هسې ټوکه مې کوله

تا ته چا وې چې ډارنې

ها، دی لاره کې مرګ ناست دی

ترې نه وباسه څرمنې

ته دا غشي درسره کړه

زه لینده غاښکي په ِغاښکي سمومه

د ژوندون د تاک په سر کې

هغه واښکې سمومه

چې په میو یې طاووس غوندې رنګینې

زما او ستا د ژوند شېبې شي

= = = 

د شپو ورځو بر برګۍ رمه دې پام دی؟!

د دې لارې په کږلېچ کې

را ته ښکاري چې ناست بَو دی

یا کېدای شي وږي پړانګ جوړ کړی څَو دی

ته به غشي راکوې زه به یې ولم

که مې وویشتو دمه به کوم غېږې کې دې څملم

د ژوندون د جنت حورې غشي راکړه

شابه شابه د نر لورې غشي راکړه

هغ تېره لکه د تورې غشی راکړه

ورته ګوره پر تندي باندې یې ولم

شیبه پس به ګورې غېږ کې دې څملم

ورته غوږ شه چې یې خرپ د تندي واورې

په خدای خرپ یې داسې خوند کړي

لکه تانه کله کله

چې په تنده کې خوله واخلم

= = = 

افسانې غوندې به یو بل 

مخ په وړاندې سره بیایو

سره لاس تر غاړې دواړه

د ښکلا رمې به پيایو 

چې په ګوته کې ژوندی مې 

دا غمی د سلیمان وي

لاس یې خلاص توره ی آزاده

که لښکر لښکر دیوان وي

چې مې خدای په زړه کې ناست وي

چې تر څنګه مې جانان وي

که ځنګل ځنګل ماران وي

لکه غرونه را روان وي

ښاماران وي ښاماران وي

پرښتې د خیال راکړی

د هنر اسم  آعظم دی

خدای راکړی یو قلم دی

چې را ښکلي پکې ناست دي 

په زرګونو تېره غشي

په یوه ګوزار به ووځي

د هر مار ښامار له تشي

که د غشو له شغانه 

د هوسۍ غوندې ویریږي

ورته ګوره ټول ماران به

درته داسې وړاړه کاندم

لکه ستا د غچۍ ګوتې

پوره هم نه نیمه برخه

که لا وي دې زړه کې رخه

بس واړه واړه چینجي به 

د وریښمو ترې نه جوړ کړم

تر وریښمینو پستو پښو لاندې یې مړه کړه

چې تود زړه دې باندې سوړ کړم

د شفق خم کې یې رنګ کړه

سپین ټوکر د ژوندانه پرې

سورچکن غاټول غاټول کړه

د راڼه باران دېوال یم 

تانه  اخوالږوراخوا 

د سره لمر مخکې ولاړ یم

په هر څاځکي د باران کې

زهرجنې وړانګې مینځم

ته ولاړه د ګلونو پر غونډیو

لکه سېل د طاووسانو

لکه زېړه زرغونه یې

یمه ستا د دیدن تږی

راته ګرانې اوبه نه دي

ته یې غېږي ته ځولۍ کړه

 د ګلپاڼو ورګوزاره

په ګډا ګډا یې یووړې

چا ویل چې زما طبعه 

بس روانې اوبه نه دي

راځه لرې لرې ولاړ شو

نا اشنا وطن ته لرې

راخورې چې کړي پرسرمو

ښاپېرۍ د خوب وزرې

یوه ورکه جزیره به

د ښکلا چیرته پیدا کړو

که امېل د دنګې غاړې

دې خطا کې رانه پرې شي

که یې ګوتو کې تش تار هم

را نه ښه ‌ذرې ذرې شي

که به ټولې مرغلرې

ترې خورې شي ترې خورې شي

را ته وايې به سندرې

ټولوم به مرغلرې

چې خوږه به راته خاندې؟

که منت به پر ما کاندې؟

پرښتې د ابدیت به 

یو ناڅاپه را پیدا شي

او پر تویو مرغلرو

به یو دم خوره ځلا شي

دواړه لاس به ستا له غاړې

د امېل پر ځای را تاوړ کړم

په روان تخت کې درومو 

د دیدار پیالې به مو شومو



---------------------------------------

 

                     لږ را تم شه لارویه !



د شهید آشنا دسمال مې 

ملا وستنی دی له ملا نه

شېبه وړاندې یم راغلی 

له درنې لویې غزانه

ازانګه د ګړنګ ژبه

شنه د تُورو له خرپا نه

په خورجین کې مې راوړی

هغه سر له اژدها نه

چې یتیم یې شو کولی

و، له څانګې د موسکا نه

= = = 

د څپلۍ غربې مې پرې دي

پښې مې ډکې له اغزو دي

په ټټر کې مې راوړي

مات سرونه د نیزو دي

د کاروان اوښان مې ستړي 

شهیدان مې پرې راوړي

مشالونه مې د شپو دي

دا په وینو سره سرګړي

= = = 

ته دې غبرګ غوږونه وخورې

دا نارې مې ولې ناورې؟!

ګورې نه چې درپسې یم!

ښکلوم دې د پښو خاورې

د سړي په شومه موړ شې

په دې زړه لکه د واورې

د جانان د غم رانجه مې

دي په لپو لپو څښلي

دا مې ټول خواږه یاران دي

دا چې نن پرې جوړ دي څلي

هسې تش راغلی نه یم

زمانې مې په ځولۍ کې 

لږ راتم شه لارویه

افسانې په ځولۍ کې 

هر فریاد ته مې ورکړی

د سلګیو لړم ټک دی

د اوبو پر ځای مې څښلی

د خپل ډک زړګي پتک دی

د هر داغ تڼۍ یې واکړه

زړه مې ډېر له مینې ډک دی

د ایمان په تېغ یې وژنه

که پکې هم زره شک دی

= = = 

یو ماښام و یو آشنا مې

زما زړه په لاس کې راغی

د کینې وه که د مینې

خو چاړه په لاس کې راغی

وې دا زړه دې د کار نه دی

چیرته نوی زړه پیدا کړه

ترانې دې ټولې خامې

ورته سوی زړه پیدا کړه

چې غزلې یې خوراک وي

داسې روَی زړه پیدا کړه

چې له ستورو خولګۍ واخلي

لمر پلوَی زړه پیدا کړه

= = = 

ما وې ښه لکه چې زړونه

د روپۍ څلور خرڅېږي

د دوو سترګو په دوکان کې

آشنا سپین او تور خرڅېږي

نغد غمونه به پرې ورکړم

که نغمې په پور خرڅېږي

زورور غزل به واخلم

که غزل په زور خرڅېږي

دا سلګي خو مې ور جار شه

که څه ټنګ ټکور خرڅېږي

= = = 

زما د زړه کوتر یې پرېښود

اشنا شغ لکه باز لاړو

د قدیمو سترګو والا

په ډېر نوي اند ازلاړو

زړه مې کړنګ له لاسه پرېوت

هی هی مات یې آواز لاړو

دا غمی ذرې ذرې شو

ښايي ښه له کاره ووت

د آشنا د سترګو تږی

څه پر للمه لاره ووت

دا د دوو لمرونو ستوری

له رنګین مداره ووت

= = = 

لارویه هغه شپه مې

په خدای دومره ډېر ژړلي

ما خو هغه ورځ هم نه وو

د نن شپې په څېر ژړلي

هغه ورځ هم یوه ورځ وه

ښايي تا نه به وي هېره

ته ماشوم وې که دریاد شي

موده ډېره پکې تېره

ها لښکر چې و راغلی

زموږ کلي ته د ژڼو

د سور خولو هلکانو

د شېربریتو ببر څڼو

تورې سترګې یې ګورګورې

یو نیم رګ سور د کرکڼو

هغه مست په تکبیرونو

په ډولونو په اتڼو

هغه شپږ زلمي دې ياد شي؟

ها چې درَبې یې تودې کړې

چې لونګۍ یې کړې ګوزارې

ها چې څڼې یې کودې کړې

ها غورځی به یې چې لنډ کړ

چې ټپې به یې اوږدې کړې

د شهید په یوه ټپه یې

 د عالم سترګې لمدې کړې

ها چې ټولو، ووې خدایه

د مرګ سترګې پې ړندې کړې

چې د بنګو په چلم یې

سترګې سرې ردې ردې کړې

د چینې پر غاړه ناست وو

د چینې پر سر چنار و 

په چنار کې قمري ناسته

او کوکو یې وار په وار و

سورکی اوښ مې را پسې و

د ګونګرو یې شرنګهار و

ټولو سترګې کړې را پورته

پکې پروت د مینې ښار و

د دې ښار د زړه په منځ کې

یو کاروان په ټپو بار و

جوړ لباس د لارویو

له قربان او یکه زار و

خو نتلي زړه ته تللی

یو غمګین غږ د ستارو

او د مینې له دې ښارنه

راتاو شوی لوی ښامار و

دغه شپږ زلمې راوتي

د همدې ښامار په ښکار وو

= = = 

وئ! دا څه کوې خوب یووړې

لارویه را بېدار شه

کیسه بلې خوا ته لاړه

زوروره په کرار شه

څه به زه لارې ته سم شم

او څه ته پر سمه لار شه

 واخله جیب کې مې خواږه دي

لږه خوله دې پې خوږه کا

د کیسې ودرانه بار ته

د غوږو، ورته اوږه کا

هسې لاره لنډوو پرې

چې اوږده را نه کیسه شوه

دا ته څه ستړی ماشوم یې

چې دې دومره تلوسه شوه

لکه تار کیسه ترې  ووځي

ستا خو زړه سورۍ پیسه شوه

د کیسې په منځ کې ډېر دي

دښتې غرونه ګړنګونه

له سینو وتلي غشي

او په تورو پرې څانګونه

له خپل سر سره دې لوبې  

له ښامار سره جنګونه

پکې مېنې هدیرې شوې

تشوي ډک پالنګونه

د کیسې دا منځ به پرېږدو

په خدای ډېره به ترخه شي

اوس ایله سر ماښام دی

هسې نه چې شپه پخه شي

د ښامار د وښو څاڅکي

به له سپینو ستورو جوړ شي

او غاښونه به یې ګورې

چې له ځینو ستورو جوړ شي

زخم زخم د زلمو به

له زرینو ستورو جوړ شي

دغه ټول ستوري به ګورې

چې یو بل سره جنګېږي

څوک به تښتي له مداره 

څوک به ځمکې ته رالویږي

په کَمرو کې به مات شي

په چینو کې به غورځېږي

ژوند د دوو پلونو ترمنځه

شي دانه پکې دلیږي

= = = 

په منځ منځ کې مه وېرېږه

د کیسې پای ته راځمه

سپي دې غاپي رنګ یې ورک شه

د کیسې سرای ته راځمه

بس کیسه روانومه

بیا اصلي ځای ته راځمه

ته ماشوم وې لارویه

څېله مست اوښان کتار وو

ځونډورې یې وې غاړې

د ګونګرو یې شرنګهار وو

یو انډی به د غلې و

بل انډی په غشو بار و

کاش د ګېډې دوزخ نه وای

دا د غشو خو، ښه کار و

بل مو کار نه و، خو ښکار و

ته به وايې د څه ښکار و

د کیسې والا ښامار و

ته هم ناست په یوه انډي کې

او ګنۍ به دې ژووله 

چې به اوښ مغزی در اوږد کړ

تا څپیړه ورکوله

الوتکه په هوا کې

ناڅاپی وکړنګېدله

ته به وايې د بار لاندې

ژوبله اوښه نړېدله

د یو بم بچی یې را وړ

هغه بلاربه لنګېدله

بم د غره پر څوکه ولوېد

خو د غږ یې مزه نه وه

شي کېدای چې وي وچ موری

یا یې میاشته پوره نه وه

تاګنۍ د مټ دپاسه

توغندي په شانې کېښوه

ګڅه سترګه دې کړه پټه

ښۍ دې خلاصه ورته پرېښوه

د ښي لاس دویمه ګوته

دې راکش لکه ماشه کړه

په خندا دې کریږه وکړه

هوا باز دې تماشه کړه

د غرور شونډې کړې بوڅې

د پولادو چلوونکي

د ګنیو په بند بند کې

دې ترخه زهر شیندونکي

ستا پر خوا یې الوتکه

په آسمان کې را کږه کړه

د توپ نښې ته یې جوړه

ستا ګنۍ او ستا اوږه کړه

د باروتو  د زړه خوله یې

له ویشتو وړاندې خوږه کړه

هاغه غر چې یې آسمان ته 

لږ نژدې څوکه رسېږي

چې اوښان پکې د وریځو 

هم جوړېږي هم ړنګېږي

د دې څوکې تېره سر ته

شپږ اوښان د رېښتیا راغلل

تش روان وو ته به وايې 

چې بس بار په بریښنا راغلل

چې ګډوډ له هوا باز یې

د خوږې نښې نظر کړ

په یو رپ کې یې د سترګو

درز له غره سره ټکر کړ

یوه ګردي کاڼي د غره یې

د څټک پر ځای مات سر کړ

یوې تېرې تړانګې د پرښې

لکه لور نیم په ټټر کړ

د یوه شنه بوټي په منځ کې 

د څټک او لور نشان و 

تور کارغه ته په نظر کې 

د یوې سرې بوټۍ په شان و 

په مښوکه کې یې واخیست

ته وا دا یې لوی ارمان و

ها چې وړه یې په هوا کې

له هوا نه کږه غاړه

الوتکه دړې وړې

ګړنګونو پورې لاړه

پر وزرو یې شادوګانو

کړلې چیغې پیغې سازې

ځینو شوخو شادوګانو

پرې د پاسه کړې میتیازې

مونږه هم د الوتکې

غړمبېدنې واوریدلې

لکه ناوې له خوښۍ مو

سترګو اوښکې تویولې

پټې پټې مو په زړه کې 

خوږې ګوړې ماتولې

لارویه تا ته یاد شي؟

چې ګنۍ دې پر اوږه وه

ها اوږه دې په دې وخت کې 

له ګنۍ نه هم خوږه وه

مونږه ټولو تا ته ووې

تا ویشتلې مبارک شه!

خدای دې مل شه په دې غرو کې

درته تېر د نور سرک شه

خو دې وخت کې یو ناڅاپه

یو کیفیت درباندې راغی

ستا په سترګو کې وې اوښکې

څه هیبت درباندې راغی 

د شاعر په شانې بل شان

شعریت درباندې راغی

افسانې مو در ته کړلې

حقیقت درباندې راغی

د ګنۍ له واړه بار دې

په یو دم سپکه اوږه کړه

اوښ چې غاړه  در کږه کړه

د ده خوله دې پرې خوږه کړه

له انډي نه دې راټوپ کړ

په ښاغلي غوندې ترپ کې

خلاص ګونګري د اوښ له پښو دې

کړل ژر ژر په یوه خرپ کې

د کاروان اوښان دې تم کړل

د یو دوو سترګو په رپ کې

ستا په سترګو کې وې اوښکې

تا وړې سلګۍ وهلې

ستا وړې وړې خبرې

په مرۍ کې ښخېلې

ستا ګنۍ غوڅۍ سرې شونډې

دوې ګلپاڼې رپېدلې

ستا په سترګو کې خبرې

په څپو وې په غورځنګ وې

هغه شپږ د ګلو ونې

نس ته تېرې یوه نهنګ وې

خو دې شپږو شوکولې

له نهنګ نه پښې د څنګ وې

شپږ اوښان له بره راغلل

یو څاروان تش راروان و

شپږ دستماله هر دستمال کې

تاو د وړانګو یو باران و

سپینو اوښکو کې را شنه مو

څانګې څانګې ارغوان وو

په دې هر دسمال کې نغښتی

هر یو زړه زما جانان و

= = = 

را شه راشه چې دې ښکل کړم

زما ښکلیه لارویه

ته زما د نغمو سیوری

یه زما ماته زړګیه!

د دې شپږو لارویو

ها اووم ملګری ته یې

د کاروان د غزلونو

او سندرو څوَری ته یې

 


یادونه: زمونږ په کلیوالي لهجه کې ګني ته ګنۍ وايي. په پورته منظومه کې ګنی ګنۍ ویل شوې ده.  

 

۷/ ۱۲/ ۱۹۹۷ ناصرباغ



-----------------------------------------------------

 

                                  یو شاعر وژنمه یو قتل کوم



ورځم د ژوند د جریدې پر سپینې ټنډې باندې

د خونړي قاتل عنوان لګوم

یو داسې تور مې پر خپل دین او پر ایمان لګوم

چې په ژوندون کې مې څوک نوم وانخلي

زه که شیدې شمه که شات شمه که قند او نبات

چې د ښار ښکلي مې په ژبو لکه زهر او ذقوم وانخلي 

په هغو کلکو تکو سپینو اطلسي رسیو ملاتړمه

راکوزول چې پرې شین سترګي هوا باز له هوا 

 زمونږ د کلي پر سم منځ باندې خروار بمونه

ځم نه ودرېږم ملا تړلی د غره سر ته خېژم

له هغې شنې پرښې را باسمه روسی توغندی

چې مې د ښکلي کلیوال شپونکي د زړه په تودو وینو سور دی

هغه شپونکی چې په شپېلۍ کې به یې ژبه د څپو ګډېده

چې په سندرو میوندۍ کې یې ملاله د ټپو ګډېده

هغه شپونکی چې یې د ستورو غوندې وري درلودل

هغه شپونکی چې یکه زار ته یې سپوږمۍ د تورو شپو ګډېده

هغه د ده په وینو سور هغه روسی توغندی

د کلي پښ ته راوړم

چې ترېنه دروند او تېره تبر جوړ کړي

په شکرانه کې یو دوه درې منه غنم ورکوم

له ابراهیم نه په بښنې هسې نه چې پرې بتان ماتوم

په دې تېره په دې درانه تبر مې ځان وژنم

ادکې مورې لاس مې مه نیسه ځان نه وژنم کاروان وژنم

هغه کاروان چې همدا ستا زوی یې له کاره و ایست

په جادوګر عشق یې د عقل له مداره وایست

هغه کاروان چې له چنار سره یې زړه پیوند کړ

چې له چناره سره څانګې څانګې وغځېده

چې د چنار پاڼې یې ژبې کړې پرې وغږېده

چنار اخیستې د بر کلي له شپانه نه په زکات سندرې

سپینو اوبو کې به یې خامخا وي څښلې اوښکې

د کومې بورې کومې ورارې هوسۍ

خو ما  د ټولو ښو او بدو سره

چنار د لر کلي جانان ته کړو په مینه اهدا‌

خو جانان ونه مانه

وې دې خبرو کې خبرې شته سندرې نه شته

خوند د باروتو په کې ډېر دی او شکرې نه شته

پر هغو کلکو تکو سپینو اطلسي رسیو ملاتړمه

راکوزول چې پرې شین سترګي هوا باز له هوا

زمونږ د کلي پر سم منځ باندې خرو اربمونه

له توغندي جوړ په درانه او په تېره تبر چنار غوڅوم

پریږدئ چې غرونه غرونه ړنګ شي او چې خرپ یې واورې

دې زورور یې د ښایست پر کروندې باندې وسیوری کړی

پرېږدئ چانان مې چې اوس لمر وویني زیړه زرغونه وویني

پردی چنار څه کوي خپله جامه شنه وویني

ورځم د برکلي کنډو ته د شپونکي شهید له قبر ځنې

څوګردي کاڼي په ځولۍ کې راوړم

پردي دې نه ویريږي، سترګوته دې لاس نه نیسي، نه یې ولم

زه پرې د خپلې نازولې او شاعرې شپې تندی ماتوم

نن مې لاسونه سره دي سترګې مې سرې

چې شومه دم شي شپه پخه شي او ویده شي خلک

هغه شاعره ښاپېرۍ که چیرته راشي د الهام له ښیښې

اسم اعظم به یې په پیڅکه د سالو وتړم

سلام یې نه اخلمه مخ به ورنه واړومه

له ډېره قهره به غاښونه ورته وچیچمه

ورته به ووایم ورځه په مخ دې زېړ ګلونه

وینې مې نه چې مې لاسونه سره دي، سترګې مې دي وینې وینې

ګوره نژدې را نه شې وژنمه دې 

ګوره ګنځا درته کومه او له سر نه دې د ستورو ډک دسمال غورځوم

بیا به آسمان ته په دې توره شپه کې څنګه خیژې!

اخر افغان یمه پر عزم باندې ټینګ ولاړ یم

بس دی پر ما د جادوګر حسن منتر مه وایه

یو شاعر وژنمه یو قتل کوم

یوه غوغا جوړوم شور جوړوم

خپلو سندرو ته پیغور جوړوم

لاس چې رانه وړې ګنې لاس دې په خنجر وهمه

زه مې په خپل زړه کې خنجر ښخوم

کوم وږي سپي ته مې دا زړه غورځوم

تر هغه سپي ښایست نه سپی ښه دی

چې مې دا لعل کړو ورپه غاړه وې په دې کوتي لعل زه څه کوم؟

وئ! دا مې چا په جادوګرو لاسو لاس ونیوه؟!

چا سندر مارې مې په زړه کې په کټ کټ وخندل

 

 

۲۲/ ۱۲/ ۱۹۹۷ پېښور، ناصرباغ



 

Image Description

پیرمحمد کاروان