د خاطر پاڅون شعرونه
د کلاسیک شاعرانو په مشهوره زمکه
له وېښته نه چې مهین دی، هغه دی دی
چې یې خوند زیات تر ګبین دی، هغه دی دی
چې تر نمر یې روڼ جبین دی، هغه دی دی
چې یې مخ لکه نسرین دی، هغه دی دی
چې ټول خلک ځنې تنګ دي، هغه زه یم
چې په هر سړي شېرین دی، هغه دی دی
چې یې زړه ورپسې شین دی، هغه زه یم
چې یې زړه راڅخه شین دی، هغه دی دی
تر اوبو چې هم دی نرم، هغه زه یم
چې له کاڼي نه سنګین دی، هغه دی دی
چې هر وخت په سجده پروت وي، هغه زه یم
چې په نه قیصه په کین دی، هغه دی دی
چې یې زړه له میاشتې سپین دی، هغه زه یم
چې یې مخ تر شېدو سپین دی، هغه دی دی
چې خپل نوم ترېنه هېر شوی، هغه زه یم
چې یې نوم تللی تر چین دی، هغه دی دی
چې یې ځای حجره کې نشته، ها پاڅون دی
چې پرې هر محفل رنګین دی، هغه دی دی
غزل
عقل څومره خوار دی په دې کلي کې
ژوند څرنګ په دار دی په دې کلي کې
خپل سړی غلام دی په دې کلي کې
بل سړے واکدار دی په دې کلي کې
کوم هلک به ژبه راکړي حلق پورې؟
هر هلک هوښیار دی په دې کلي کې
شکر د جمات په ځای چکر ته ځي
دا ماحول د ښار دی په دې کلي کې
بیا پردي لګیا جنګ ته لمن وهي
بیا د سړو شمار دی په دې کلي کې
ها د پېغلو مېرې مور ته و وئیل
هر ښکلے مې یار دی په دې کلي کې
نور پاڅون له هر چا بېزار شوی دی
یو له تا نه ځار دی په کلي کې
غزل
ملا کجوره کړه حلاله، نور به څه شی وکړي؟
بل خوا یې راوړه مغلواله، نور به څه شی وکړي؟
که شین خالۍ ډېره شي ویاله، نور به څه شی وکړي؟
تا به بیا ووهي شین خاله! نور به څه شی وکړي؟
کڼو ته مه وایه، دلیل، منطق قیصه، فلسفه
تا به زر و وژني مشاله! نور به څه شی کړي؟
که شېرعالم کوي نرتوب یوازې دا به کوي
د کاکا لور به کړي حلاله، نور به څه شی وکړي؟
یوې کلي والې یوې ښاري پېغلې ته داسې ویل:
چې یې د خپل ځان کړلې سیاله، نور به څه شی وکړي؟
هغه سړی چې د اسمان په باب شکمن غوندې دی
ته یې راپورته کړلې سواله! نور به څه شی وکړي؟
بېرغ به پورته کړي، ټپه به کړي، خاموشه به شي
مثلاً که راغلله ملاله، نور به څه شی وکړي؟
لا رسېدلی تر کمال نه وه، پاڅون غریب خو
چې ته پرې راغللې زواله! نور به څه شی وکړي
غزل
ستا سره مې څه عجبه تعلقات وي
زما مېله په کې هر وختې جمات وي
پښتون هلته رسېدلی چې ټوپک وي
یا بیا هلته رسېدلی چې خیرات وي
خوله ته لاړې یې را تو کړې، وېل یې څه وو؟
ورته ویل مې د وړو مچیو شات وي
نور پرې څه کړم خو یو مست هلک مې یار کړئ
"د بونېر، که د پکلۍ او که د سوات وي"
خدای شتمن دی، د شتمن سره ولاړ دی
د غریب خو په حلوه کې هم غاښ مات وي
هلته هر چاته چې و ګورم پوره وي
دلته هر چاته چې و ګورم میرات وي
د پاڅون سره دې دا هلک وي څنګ کې
نور هیڅ نه غواړي د هر یو شي دې قات وي
غزل
که په ما باندې پرېمان وکړي ظلمونه
زه د خدای پاک سره نه کړم حسابونه
ما راپورته کړل د ده په باب سوالونه
هر سړي ته مې ور واچول شکونه
زه هم څرنګه بې وخته بدرنګ شولم
ما نه څرنګه شول تور د ښکلیو زړونه
چې د سپو په جنګ شي ستړي دوی په جنګ شي
دغي قام ته دي حیران دا نور قامونه
تجربه او پوهه شته راسره خلکه
څه مو لوستې دي څېرې، څه کتابونه
نن مې خوله پاڅونه تاته در پرېښې
نن دې وار دی ځه پوره کړه ارمانونه
غزل
خلک دې وایي سپکه سپوره، مست نرحوره!
خو ته شونډې په ما پلوره،مست نرحوره!
زه خو غل ومه وتاته، تا وې "وروره!"
اوس و دې رشتې ته ګوره، مست نرحوره!
هم به دلته هم به هلته درسره یم
زما نه خوښیږي حوره، مست نرحوره!
دغه خلک به مو دوه په دوه پرې نږدي
راځه لاړ شو لا دې شوره، مست نرحوره!
خامخا به تاته ګورم خور دې پرېږده
مور مې وېلي ورور یې ګوره، مست نرحوره!
زه او ته به نن یوازې دلته شپه کړو
دوے دې لاړ شي تر خپل کوره، مست نرحوره!
دې سړي باندې خو لږ رحم پکار دی
د خاطر پاڅون تربوره! مست نرحوره!
غزل
زه د ستا یمه په تا باندې ودان یم
ته نعرې کړې چې "د ځان یمه د ځان یم"
په خوشال په بوډا توب کې بوسې بند شوې
پښتنې بخیلې! ګوره لا خو ځوان یم
مصروف خدای نه یم چې تا به هېرومه
زه به هر وخت درسره لکه شیطان یم
د جنت حورې دې بې خطره ګرځي
خیر یې نشته که چا وویل چې غلمان یم
کومه لاره تاته رسي؟ غږ را وکړه
وارخطا د مذهبونو درمیان یم
په ځان نه دے پاڅون هر چېرته ژوند کړی شي
ته به څه کړې؟ زه خو تا وته حېران یم
غزل
په ما شوي ټول ظلمونه دې حساب شي
بیا قیصې دې د ګناه او د ثواب شي
چې یې لاړې خوله کې راکړې، په دعا شوم
لویه خدایه! دا هلک خو دې کامیاب شي
دا چې جنګ، تعصب او کرکه یې سرخط دی
دغه خلک خو دې خلاص له دې کتاب شي
دلته ښکلي په دې نورو مهربان دي
چې ما و ویني هر یو راته قصاب شي
یو ځوان بل ځوان ته د شپې په پټه راشي
یو خوشال شي، خو دا بل سم په عذاب شي
لا ماشوم دی، لا خو سم پرې نه پوهیږي
دا به ښکلی تر افتاب او تر ماهتاب شي
یوه منکر خلکو ته وېل، زه یې منمه
خو که لرې یې له مخ نه دا حجاب شي
"پښتنو! یوازې زر ځوانان ور پرېږدئ"
"د خوشال خټک یرغل به په پنجاب شي"
دغه ټول ښکلي دې یوه میدان کې ټول شي
او دوی ټول دې زما لپاره انتخاب شي
که پاڅون محفل کې ناست وي او که نه وي
خو خبرې همېشه د ده په باب شي
« موږ تاریخ شرمولی دیر»
مونږ خو هغه قام یو چې هر یو مو ځورولی دی
خپل غریب زرتشت مو د باختر نه تښتولی دی
مونږه خپل تاریخ ته په رښتیا چې ډېر مختوري یو
مونږه په بامیان کې ستر بدها را نړولی دی
خپله مو په خپل ځان عربی په ځان سپور کړی دی
مال مو پرې لوټلی دی، عزت مو پرې لوټلی دی
مونږه پیروښان ته په ښکاره کنځلې کړې دي
بل خوا دروېزه باندې مو مال او ځان خوړلی دی
مونږه د بابر نه تر ظفر قیصه لوستلې ده
ځئ لاسونه پورته کړئ چې چا خوشال لوستلی دی؟
هو منم چې ټول یو احمد شاه پسې په هېړ روان
بیا مو هم د شا نه داسې پټ غوندې چیچلی دی
مونږه ترقي او امن کوم وخت کې غوښتلي دي؟
یاد کړئ ستر غازي امان مو څومره زر شړلی دی ؟
هغو پېرنګیانو خو پښتۍ ور ماتې کړې وې
مونږه باچاخان ته ننه زړه پټ ور داغلی دی
مونږه تره کی په بې دردۍ باندې وژلی دی
مونږه ستر نجیب په بې رحمۍ را ځړولی دی
مونږه دا ګیله کړو چې تاریخ په مونږه غلی دی
مونږه خو پاڅونه خپل تاریخ هم شرمولی دی