د عزیز وطنوال شعرونه
غزل
بې امامه یمه ووایئ هغې ته
که ستنه مې شي د زړه ورانې کعبې ته
په نظر مې د زړښت پرده خوره شوه
حیران ودرېدمه تتې اېینې ته
ستړی ستړی له روزګاره کور ته راشم
ستړی ستړی ماښام ځمه میکدې ته
وایم ته که چېرته غږ راته را وکړې
چغی ووهمه هرې دروازې ته
ستا د پلونو خاورې ومښم په سترګو
اوس هم کله کله ځم هغې کوڅې ته
د انکار خبره مه کوه دلبرې
هسی نه چې درته پرېوځم سجدې ته
بېلتانه دی د مخ سپینې تیرسري کړې
وطنوال عزیزه وګوره اېینې ته
غزل
یاد یې رانیولی له ګرېوان یمه ساقي
ورو ورو له خلوت سره روان یمه ساقي
راکړه، که مې تف د زړګي سوړ شي په شرابو
سوی د یو ښکلي په هجران یمه ساقي
رنګ د میخانې دې راته وار په وار بدلیږي
زه ګوره په تا باندې تاوان یمه ساقي
زه د بېلتانه له کږلېچونو یم راغلی
زه ګوره پوره پوره داستان یمه ساقي
کاش که یې په جام کې را انځوره شي څېره
ډېر دهغې ورځې په ارمان یمه ساقي
ما سره خبره د پښتو په تیږه نه کړي
اوس دغې بې لوزې ته حیران یمه ساقي
ماسره یې مل نه شولو اند په دغه لاره
زه داسې بې دینه مسلمان یمه ساقي
هیڅ په وطنوال عزیز یې ونه کړو نظر
مېشت د جدایۍ په بیابان یمه ساقي
غزل
هیلی می رژیږی د ګلونو په رقم
سوزي مې ارمان د کاغذونو په رقم
تت مې شو نظر د یوسف مخې په لټون
ښکاري راته ورځ د ماښامونو په رقم
وینه ورته وزبېښم د زړه تمامه شپه
ساتمه ستا یاد د اولادونو په رقم
ته جوړې راځې چې زړه مې وکړله درزا
زړه مې کړي جرس د قدمونو په رقم
وشینده ریبار راته په مخ شلیدلی خط
ساتم یې ټوټې د تعویذونو په رقم
درد دې وطنوال عزیزه پټ کړه په ململ
ښکاري په کې څړیکې د لعلونو په رقم
غزل
غمجنې مې د ژوند شېبې شېبې دي یوسف مخیه
په سترګو مې خورې تورې تیارې دي یو سف مخیه
دا څه قات دې د سترګو په لیدلو را پرېوتی
دا څه دې په وعدو پسې وعدې دي یو سف مخیه
راځه چی دا د زړونو مشالونه کړو روښانه
تیاره شوه په محفل کې شمعې مړې دي یوسف مخیه
ما ویلی ګواکې ستوري ستا له مخه رڼا اخلي
سپوږمۍ کې هم دا ستا د مخ شغلې دي یوسف مخیه
که ما لکه یعقوب درپسې وینې وژړلې
خو ستا په زړه کې هم ښخې چړې دي یو سف مخیه
نور حال د وطنوال عزیز له حاله واخله راشه
بې دیده شولې سترګې مې ړندې دي یو سف مخيه
پرښتې
ای د نازونو او ادا پرښتې
حق و حیران درته یم پاتې په ولا پرښتې
ته د جنت یې او اوسېږې په دونیا پرښتې
ای د ښکلا پرښتې
په دې نیستمن ژوند کې
ستا خپلول راته ناشوني ښکاري
دا خو زما له وسې
چېرې هم نه ده پوره
چې تا د خپل سر
د پاسه تاج کړمه
خو هیڅ په دې هم نشي
چی تا په هرځای کې
هرچاته یاده کړمه
ورته د زړه دا سوی سوی فریاد
د محبت دا لېونۍ قیصه
اظهار کړم تېره کړمه
داسې به څوک وي ګرانې
چې زما او ستا په حال
ودردیږي اوښکې توی کړي
زما او ستا په سر
د رحم لاس راکش کړي
ما او تا ښکل کړي دواړه
تاته هرڅه معلوم دي
ته خپله ښه پوهېږې
داسې خو نه ده ګرانې
چی ته هیڅ نه پوهېږې
ما خپل ټول توان
په دغه لار مصرف کړ
خو نور مې هیڅ له وسې نه ده پوره
هره ګړۍ په ګړۍ
د هر لمانځه نه وروسته
په وچو وچو شونډو
داسې خیرا کړمه چې
اسماني تندر پرې ګوزار شه
څوک چی له ما نه زما یار جدا کوینه
غزل
توبه وباسم ځم کعبې پورې
لږ شراب راکئ ترهغې پورې
ملا د زړونو ګټل ښه تر کعبې
ملا ما بوځه میکدې پورې
غربته څه چارې دې وکړې په ما
هیڅوک مې نه خاندي اوس خولې پورې
نن مې پیغور تتې اېینې ته وکه
نن می خندل خپلې څېرې پورې
زړه رانه وخورې بیا وعده کړې تکرار
هغې وعدې نه دې وعدې پورې
ساقي شوه تله د شومتوب دې درنده
جام دې راډک نه کړو تر خولې پورې
لا هېره نه یې له عزیز وطنوال
هرمازیګر ځي ستا کوڅې پورې
غزل
مه ځه رانه خدای منې چې مرمه درپسې
زهر د بیلتون له جامه څکمه درپسې
یاد دې لکه غږ د سریندې راته غږیږي
راشه چې خپه یمه له زړه نه درپسې
څه شولې چې هیڅ مې په نظر کې نه راځي
شاړې او ښارونه لټومه درپسې
تاچې د الفت او د رضا خبره وکړه
مخکې شه رهبر مې شه چې ځمه درپسې
نور مې د زړه زور درپسې ویلې شو شرینې
سرمې په تېشه باندې وهمه درپسې
زړه دې وطنوال عزیزه صبر که له ما
ګوره رقیبان دې رابلمه درپسې
غزل
له غربته مو لاسونه دی تڼاکې
له یارانو نه مو زړونه دي تڼاکې
بېلتانه مې د مخ سپین تیرسری کړی
او په شونډو مې پاړونه دي تڼاکې
خدایه تاته به زه څنګه دررسېږم
خدایه زما خو دواړه پلونه دې تڼاکې
ارمانونه مې په سترګو کې لمبه دي
په سرو اوښکو مې مخونه دي تڼاکې
د میین اه به دې ووهي رقیبه
د میینو خلکو زړونه دي تڼاکې
ټکی خیال يې په عزیزوطنوال نشته
په غزل یی کاغذونه دي تڼاکې
غزل
کومه په خلوت کې ستا سودا سره خبرې
نه کومه نه کوم له بل چا سره خبرې
په شور زما د ولس یی کاڼه کړي دي غوږونه
ځمه نن کومه له پاچا سره خبرې
خلک څومره دروغ نغاړي د زرو په اوبو
ما چېرته زده نه کړې له ریا سره خبرې
اوس مې د غربت لمبو وهلې ده لمن
خدای شته که به څوک کوي له ما سره خبرې
ګونګ د حیرانۍ په تیږه ناست دی زما قام
وبه ګورو څوک کوي له چا سره خبرې
دوی به ماته څه وایي او زه به دوی ته څه
درد یوازېتوب غواړي یا تا سره خبرې
اوس دې په خوله ولې د چوپتیا پټۍ ده بنده
تا خو به کولی له دونیا سره خبرې
سر د وطنوال عزیز پرې خلاص نه شو واعظه
سمه ده سبا به وکړو بیا سره خبرې
غزل
که می وژړوه ډېر ډېر په بار بار زړه
خو قرارمی چېرته نه که له دې لار زړه
که لږ رحم اهو چشمې په ما وکړې
سوزولی می په اور د انتظار زړه
بېلتانه دې داسې تور لکه کسکر کړم
نرم نه شو هسې کلک دی ستا خونکار زړه
که مې وینه د لیمو په مثال پنډې
بیا به هم ونه کړي تا نه مې انکار زړه
ګوره ستا د جفا رنګ په کی انځوردی
د کباب غوندې مې نیسي په انګار زړه
ستاله درده می له خولی نه چیغه خیژي
وطنوال عزیزه نه مې کوي وار زړه
غزل
په خوږو کې لږ ترخه هم راته راکه
غږېدلى نه شم زړه هم راته راکه
سر زورى مې اوس په هغه موج کې نه ده
په شرابو کې اوبه هم راته راکه
له شاهي نه دې قربان شمه ملنګه
خيردى سترګو کې رانجه هم راته راکه
د شوده عقل به څه سپېره منزل وي
د جنون په نوم يو څه هم راته راکه
پس له مرګه به په نوم او شهرت څه کړم،
لږ امتياز په ژوندانه هم راته راکه
له وعدو نه دې لوګی شمه منکرې
څولوزونه خو پاخه هم راته راکه
د ټیکري پیڅکه په خوله باندې توده کړه
ټکورونه په لېمه هم راته راکه
له تریخ ژونده دې عزیزه وطنواله
په غزلو کی خواږه هم راته راکه
غزل
په سر مې د بیلتون لمبې تاويږي لکه شمع
هډونه د وجود مې ویلي کیږي لکه شمع
هیڅ غم د دونیا هېره رانه نه کړي شمع رویه
تمامه شپه دې یاد راته بلیږي لکه شمع
زما له حاله حال واخله ما مه پوښته چې څه دي؟
په تا پسې مې غوښې راتويیږي لکه شمع
په چوپه خوله سوزېږم د یارانو په محفل کې
په حال باندې مې هیڅوک نه خبريږي لکه شمع
یوازې ستا ارمان مې مشغولا ده د فکرونو
نور واړه ارمانونه مې سوزیږي لکه شمع
یو ته وې چې په ما دې قطره اوښکه تویه نه کړه
تمام عالم زما په حال ژړیږي لکه شمع
له خیاله دې پرېوتی وطنوال عزیزدی ښکلیه
چینار چینار ځواني یې رانړیږي لکه شمع
څلوریزه
ماتې ماتې هیلې سوی زړه درته راغلی یم
زړه مې نور راووته په خوله درته راغلی یم
ورشه یار ته ووایه د خدای په حق کی ظلم دی
خدای شته کافر کېږم په لمانځه درته راغلی یم
غزل
لکه څړیکه د پرهر په اېینه کې
چی راوګوري دلبر په اېینه کې
یا د دې درد غوندې همېش په زړه کې ساتم
انتظار دی د نظر په اېینه کې
ته چی یاده شې هرڅه زما نه هېرشيې
رانه ورک شي خپل بشر په اېینه کې
په شغلو د مخ دې سترګې زما بریښي
ته رڼا کړې لکه لمر په اېینه کې
زما سترګو کې دا ستا د درد تصویر دی
زه چې ګورم هر سحر په اېینه کې
د عزیز وطنوال درد غزل کې ستایي
څه نخرې کوي دلبر په اېینه کې
غزل
د زړه دونیا مې ورانوي لګیا دي
حالات مې تانه بېلوي لګیا دي
غربت د یو یو په اصلیت خبر کړم
یاران مې یو یو اوس پریدي لګیا دي
ارمانه ولې تا ته نه رسېږم
وختونه عمر رانه خوري لګیا دي
رنځ د بیلتون لکه د کینسر ناروغ
د وجود وینه رانه څکي لګیا دی
شاید همدا اخر زمان وي د وخت
ورونه د ورونو غوښې خوري لګیا دي
څه عجیبه عجیبه وکړه خلکو
څه ناروا ناروا کوي لګیا دي
غمونه مه خوره وطنوال عزیزه
څېره دې ورو ورو زیړوي لګیا دي
غزل
که هېرول د هغو سترګو دومره ګران نه وو
اوس به حالاتو مې شکولی هم ګرېوان نه وو
ما به اسره ولې کوله د پردو سترګو ته
که تر مطلب پورې له ما سره یاران نه وو
عمل یې سم دی، خو سجده کوي د کاڼي خدای ته
بس جنتیان وو بې ایمانه که هندوان نه وو
اوس به هغوی هم د پښتو او ننګ خبری کړلې
شکر دی خدایه چی پنجاب کې پاچا خان نه وو
د زړه له کوفته به می وریځی جوړولې ورته
په کومه ورځ چې به مې سترګو کې باران نه وو
څه تماشې مو په کې وکړې وطنوال عزیزه
ما درته نه ویلی چی ژوند درته اسان نه وو
غزل
شور به یی په بندو دروازو وکړم چې څه کیږي
خدای سره به هم لږه پښتو وکړم چې څه کیږي
رنګ د سړیتوب مې هیڅ رنګ نه راوړي واعظه
لار به نور په لار د لېونو وکړم چې څه کیږي
مونږ خو په کې هسې هم د دین نه د دونیا شولو
چغې به د ژوند د زولنو وکړم چې څه کیږي
څیرې به ګرېوان د بغاوت کړم ترلمنې
چغې به الله ته په سجدو وکړم چې څه کیږي
دوه څلوریزې
هسې مې د زړه خانه خرابه ده
ستا د بېلتانه په درد اباده ده
څه د سوزخبره کړې په موسکه خوله
خټه دی چټله له بنیاده ده
ما درد لیدلی دی ما یې درمان لیدلی دی
په اوښکو کې تصویر مې د جانان لیدلی دی
خاموشه خاموشي مې په مثال لکه د بحر
پښتون یم لېونتوب مې ټول جهان لیدلی دی
غزل
نه دی وینم سترګی ړندومه هېرومه دې
اوښکې اوښکې وینې څڅومه هېرومه دې
نور به دې نامې ته لکه زهرمثال ورکړمه
وچې وچې شونډې مې ګنډمه هېرومه دې
هیڅ می د شعور په غوږو ستا وعدې رښتیا نه دي
خوږ خوږ انتظاردرته کومه هېرومه دې
زم لکه فرهاد یم لېونی بې فکره کارکړمه
سرمې په تېشه باندې وهمه هېرومه دې
اور دی کړمه سکور دی کړمه سوی اسویلی دې کړم
مه وایه دا هرځلې چې ځمه هېرومه دې
تل د وطنوال عزیز د سترګو په اېینو کې ته
خاورې خاورې عمر تېرومه هېرومه دې
غزل
د زړه له زوره اوس لوېدلی یمه
یمه ژوندی خو لکه مړی یمه
زه به خپل وخت ته انتظار وکړمه
ته چې هرڅه وایې زه غلی یمه
د تاریخ دې جبر ته څه ووایم
له خپلو څانګو یې شکولی یمه
د محبت دشته مې نه شوه خړوب
د بیلتون جل په کې وهلی یمه
دا ستا ارمان به مې ایره شي زړه کې
حالاتو سور اور ته نیولی یمه
زه به دا ستا له مخه څه ووایم
که یې په کاڼو هم ویشتلی یمه
داسې په دې کوڅه کې څه شوي دي
هرچا په سترګو کې نیولی یمه
هېر به مې نه کړي وطنوال عزیزه
زه دې د زړه په سر ټومبلی یمه