د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۱)
ویشنه: د نومهالیو ادبیاتو تحلیلي څېړنه
لیکوال:-
راټولوونکی: دکتور محمد داود وفا
(۱)
پښتو معاصره ادبي دوره
د پښتو ادبیاتو معاصره ادبي دوره په افغانستان کې د سراج الاخبار له دویم ځل خپراوي سره سم پیلیږي. دا اخبار دویم ځل په ۱۹۱۱ ع = ۱۲۹۰ل کال په کابل کې خپور شو او په دویمه دوره کې څه کم اووه کاله په منظم ډول وچلېد.
که څه هم سراج الاخبار په دري ژبه خپرېده، خو ځينې پښتو لیکونه او شعرونه هم په کې چاپ شوي، چې د فکر او محتوا له پلوه معاصر او ماډرن ګڼل کېدی شي. له بل پلوه د سراج الاخبار په خپراوي په پښتو شاعرانو او لیکوالو کې یو نوی روح وټوکېد، که څه هم چې د هغو ټولو اثار په سراج الاخبار کې نه دي خپاره شوي، خو د دغه اخبارانجمن و چې، په پښتنو لیکوالو او شاعرانو کې یې نوی روح پو کړ.
دغه وخت شاعرانو او لیکوالو زاړه موضوعات شاته کړل او په نوې مفکوره یې ادبي ایجاداتو ته مخه کړه.
د پښتو معاصر ادب د پيلېدو د وخت په اړه بېلابېل نظریات وړاندې شوي، ځينو د امیر شېرعلي خان د دویمې دورې واکمني، ځينو د افغان – انګلیس دویمه جګړه، ځينو په پښتونخوا کې د مولوي احمد او منشي احمدجان کیسې او لیکنې او ځينو د خپلواکۍ د ګټات کال ۱۹۱۹ ع د پښتو د معاصر ادب پېلامه ګڼلې دي.
ددغو ټولو نظریو په باب په تفصیل بحث نه شو کولی، خو په لنډ ډول ویلی شو، چې:
-دامیر شېرعلي خان د واکمنۍ د دویمې دورې په وخت (۱۸۸۶-۱۸۸۸ع) ځينې کتابونه خپاره شول، شمس النهار جریده خپره شوه او په نوي فکر د واکمنۍ د پراخېدو هڅې وشوې، پوسته خانه ایجاد شوه، روغتون جوړ شو، تجارت پراخ شو او ډېر نور څه، خو په دغه دوره کې د پښتو ادبیاتو د شاعرانو او لیکوالو کوم څرګند اثار او یا فکري بدلون نه تر سترګو کیږي.
-د انګرېزانو د لومړي او دویم یرغل په وخت په پښتو ادبیاتو کې د ماډرنېزم کوم څرک نه شته.
-د مولوي احمد او منشي احمد جان کیسې زیاتره فوکلوري دي او د عصري ژوند او فکر کوم تحرک په کې نه ښکاري. که څه هم چې د دغو دواړو نثر لیکنه د معاصر ادب له روحیې او محاورې سره ورته یا ورته ډېره نژدې ده.
-د خپلواکۍ د کلونو په وخت په پښتو ادب کې کوم نوی فکر نه دی رامنځته شوی، بلکې هماغه فکر او محتوا چې د سراج الاخبار له دویمې دورې یې د پښتنو لیکوالو او شاعرانو په ذهنونو کې ځای درلود، عمومیت پیدا کړی دی.
په دې توګه ویلی شو چې د سراج الاخبار د دویم ځل خپرېدا کال (۱۹۱۱ع) د پښتو د معاصر ادب د زړي او هستې د ایجاد اصلي محرک و.
دغه وخت پښتنو لیکوالو او شاعرانو په خپلو ادبي ایجاداتو کې ماډرن فکر ته ځای ورکړ. له یوې خوا یې خپلواکي وستایله او حکومت او ولس ته یې د هېواد او خپلواکۍ د ساتنې لپاره روحیه ورکړه، له بلې خوا له عصري ایجاداتو نه کار اخیستل، پالل او د ایجاد لپاره یې ولس ته د فکر ورکولو لارې چارې پرانېستې. دغه فکر هم په ادبي او صحافتي ډګر کې او هم د عام ژوندانه په ډګر کې رامنځته شو.
دا وخت په حکومتي کچه ابتدايي پرمختګونه وشول، د جبل السراج په نوم د برېښنا بند جوړ شو چې ورسره نورو عصري پرمختګونو ته زمینه برابره شوه، بېلابېلې ودانۍ جوړې شوې، لومړی ځل افغانستان ته موټر راوړل شو او ولس ته د بخار د ماشین په وسیله رامنځته شوي پرمختګونه وښودل شول. د حبیبیه په نامه عصري ښوونځی پرانېستل شو، -چې وروسته حبیبیه لېسه شوه- سړکونه او لویې لارې جوړې شوې او د عصري ژوندانه د پېژندګلوۍ مخه پرانېستل شوه.
پښتنو لیکوالو او شاعرانو دغو پرمختګونو ته په کتو هڅه وکړه چې ښه ژوند، پرمختګ او د نورې نړۍ له ولسونو سره د ګډ ژوند او ترقۍ فکر وړاندې کړي. که څه هم ددغه وخت ادبي ایجادت د کمیت له پلوه ډېر نه دي، خو د بنسټ په توګه د پاملرنې وړ دي.
همدا وخت و چې په پښتونخوا کې راحت زاخیلي د افغان په نامه اخبار نشر کړ چې د خپل وخت نوي پرمختګونه یې خپاره کړل او په زاخیلي سربېره ځينو نورو لیکوالو او شاعرانو هم په دې اخبار کې خپل لیکونه او شعرونه خپاره کړل.
د امیر حبیب الله خان تر وژلې وروسته په ۱۹۱۹ع کال کې د افغان – انګلیس درېیمه جګړه وشوه چې له امله یې افغانستان خپلواک وپېژندل شو، د سراج الاخبار نوم په امان افغان واړول شو او پښتنو لیکوالو او شاعرانو په کې د سراج الاخبار هماغه ټاکلې لاره او لوری تعقیب کړ. د اماني دورې د پيل په کلونو کې هم د پښتو د معاصرو ادبیاتو کمیت د یادونې وړ نه دی، خو په ورستیو کلونو کې چې «مرکه د پښتو» تاسیس شوه، او د نوي فکر خاوندانو په کې کار پيل کړ، پښتو ژبې او ادب ته د غوړېدو مخه پرانېستل شوه.
دا وخت ولسي شاعري هم په پراخه کچه روانه وه، په لروبرو پښتنو ولسونو کې ګڼو ولسي شاعرانو د خپلواکۍ او ازادۍ نغمې وبللې او د رومانوي خیالونو او فکرونو ترڅنګ د ښه ژوند او ترقۍ افکار هم په کې وکتل شول.
د پښتو په معاصره ادبي دوره کې د لیکوالو او شاعرانو فکري تنوع پراخه شوه او د نشنېلېزم، سوسیالېزم، لېبرالېزم روحیې په کې رامنځته شوې، د بېلابېلو نړۍ والو ادبي مکتبونو پيروان په کې رامنځته شول. د شلمې پېړۍ په پیل کې د ريالېزم ادبي مکتب ګڼ پيروان وموندل او ښه ادب هغه ګڼل کېده چې واقعیتونه یې ترسیمول.
انتقادي ریالېزم ددې دورې هغه مکتب دی چې په اوسني افغانستان کې د معاصر ادبیاتو د پيل په لومړیو لسیزو کې ګڼو شاعرانو او لیکوالو وپاله. د دوګماتیزم پر ضد د لیکوالو او شاعرانو مبارزه، د دادایزم په نسخې معالجه کېده. د فیوډالېزم په ضد مبارزه هم پياوړې شوه، چې له امله یې سیاسي جریانونه هم په وطن کې ایجاد شول. په دې توګه سوریالېزم یا د فکرونو د څرګنداوي ادبي مکتب سمبولېزم او رومانتسېزم ته مخه پرانېسته او دا لړۍ لا تر اوسه روانه ده.
د شلمې پېړۍ په پيل کې په افغانستان کې د فیوډالېزم څادر سراسري خور و. خانانو او ملکانو چې ډېرې زمکې یې لرلې بېوزله استثمار کړي او د ډېرې لږې اوجورې په بدل کې یې استخدام کړي وو. د خانانو، ملکانو او زورورو له خوا د بېوزلو حقونه تر پښو لاندې کېدل او په ډېرو ځایونو کې پانګوال د بېوزلو په ښکېلولو کې ښکېل وو. د حکومتي ادارو چلن هم داسې و چې نه یې شول کړای یا یې نه غوښتل چې بېوزلو ته چې د نفوس لوړه برخه یې تشکیلوله هغه حقونه ورکړي چې له مخې یې ددوی ژوند تامین شي.
همدا وه چې پښتنو لیکوالو او شاعرانو په دې لړ کې مبارزې ته راودانګل او په نوې مفکوره یې ادبي ایجادات رامنځته کړل.
په افغانستان کې له سلطنتي نظامه د فکر خاوندانو هیله لرله چې سلطنتي رژيم دې مشروطه شي، مانا دا چې پاچا دې له قانون او ولس نه لوړ نه وي او په مسوولیتونو کې دې شریک وي، یا دا چې پاچا باید تر یوه حده ولس هم په چارو کې راګډ کړي او مسوولیتونه دې ومني. د امیر حبیب الله خان د سلطنت په دوره کې چې سراج الاخبار ایجاد شو او د لیکوالو او شاعرانو یوې ډلې په کې د محمود طرزي په مشرۍ فعالیت کاوه، دا ډله ددغسې یوه فکر خاونده وه. دوی ویل چې واک دې یوازې له پاچا سره نه وي او د حکومتي مقاماتو لپاره دې ټاکنې د ولس په مشوره وشي او سلطنت دې نیمه سلطنت شي. دوی ځينې وخت داسې افکار د سراج الاخبار په لیکنو او شعرونو کې هم څرګندول، خو دا څه زیاتره په رمز او اشاره کې وو. همدغه ډلې بیا د مشروطیت غورځنګ بنسټ کېښود، چې مشر یې مولوي عبدالروف خان قندهاري (په «خاکي » مشهور) و.
په معاصره پښتو ادبي دوره کې پښتو ژبې او ادبیاتو په څو برخو کې پرمختګ کړی چې دغو برخو ته ادبپوهانو د پړاوونو نوم ورکړی. او په څلورو پړاوونو وېشل شوې ده.
۱.روښانتیا پړاو
۲.ویښتیا پړاو
۳.اوښتون پړاو
۴. فکري بدلون پړاو
له دې امله چې په پښتو کې لومړی ځل د ملي او ټولنیز فکر ادبیاتو تولید پیل شو او زړی او هسته یې کېښودل شوه، له ۱۹۱۱ ع څخه تر ۱۹۴۶ع پورې پړاو د «روښانتیا پړاو» بلل کیږي.
د روښانتیا پړاو د ولس او باسواده پوړ تر منځ د ماډرنیزم او مدني ژوند لپاره بنسټ کېښود، چې لیکوالو او شاعرانو په کې د ذهنیتونو د روښانولو لپاره د پیل ګامونه واخیستل. دغه پړاو په څلورو سیاسي رژيمونو کې دوام موندلی. د امیر حبیب الله خان سلطنت، د امیر امان الله خان سلطنت، د محمد نادرشاه پاچاهي او د محمد ظاهر شاه د سلطنتي دورې په لومړیو دولسو کلونو کې. په سقوي اغتشاش کې د روښانتیا پړاو په تیاره پړاو واوښت، ځکه نو په مثبت دوام کې د یادون ځای نه لري.
ددغه پړاو هدفونه تر ۱۹۴۶ع =۱۳۲۵ل پورې اعمالیږي. د روښانتیا پړاو د دوام په لومړنیو درې سلطنتونو کې دا پړاو د کمیت او کیفیت له مخې ډېر ورو پرمخ لاړ، خو د محمد ظاهرشاه د سلطنت په څلورم کال چې د پښتو ټولنې بنسټ کېښودل شو، په پښتو ژبه او ادب کې نوی رجحان رامنځته شو، خو د وخت د صدراعظم سردار محمد هاشم خان دیکتاتورانه او سرسخت چلند د فکر او بیان ازادي تر څه بریده محدوده کړې وه. هغه چې په ۱۹۴۶ کال استعفی ته اړ شو او سردار شاه محمود خان صدراعظم شو، د روښانتیا پيل شوی پړاو د ویښتابه په پړاو بدل شو او د پښتو ژبې او ادب د ترقۍ په کار کې نوي ګامونه واخیستل شول. له همدې امله دا پړاو د ويښتیا په نامه پېژنو.
ويښتیا پړاو تر ۱۹۷۸ع = ۱۳۵۷ل د غويي ۷ مې پورې دوام مومي، تر دغه نېټې وروسته چې په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز فکر واوښت دا پړاو د اوښتون یا انقلابي پړاو په نامه یادوو.
په اوښتون یا انقلابي پړاو کې افغانان عمدتا په دوه برخو وېشل شوي وو؛ هغه چې په افغانستان کې دننه پاتې وو او د سیاسي استبداد تر واک لاندې اړ وو، سانسور شوي ادبیات تولید کړي، که څه هم چې د ماډرنېزم او پرمختګ څرکونو په کې ډېره وده ومونده. بله هغه ډله چې د جهاد په نامه کډوال شوي وو او د نورو هېوادونو او سیمو په ګډون یې یوه غټه کتله په ختیزه او سویلي پښتونخوا کې مېشت وو. کډوال شوي یا بې ځایه شوي افغانان د شمېر له پلوه کم او ایله تر څلورو میلیونو رسېدل، په مقابل کې یې په وطن کې پاتې نفوس ددوی په نسبت څلور – پنځه برابره ډېر و، خو د افغانستان د ګاونډيانو او لویدیزې نړۍ بهرنیو مرستو ددوی اغېز وپړساوه. دغې ډله چې تر خپل منځ په څو ډلګیو وېشل شوې وه، زیاتره د جهاد او جګړې د تودې ساتلو لپاره شعرونه او نثرونه خپاره کړل، چې د بېلابېلو جهادي تنظیمونو په چوکاټ کې یې تنظیم شوي ادبیات تولید او خپاره کړل. په اوښتون پړاو کې دواړه خواوې پښتانه لیکوال او شاعران تر ډېره د ګوندي سیاستونو تر سیوري لاندې فعال وو او ازاد ادبي تولیدات لږ کتل شوي. دغه پړاو په افغانستان کې د نور محمد تره کي له واکمنۍ پيلیږي، د حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ تر پایه د ۱۹۹۲ع کال د اپرېل تر ۲۸مې دوام کوي.
د۱۹۹۲ع د اپرېل په ۲۸مه د ۱۳۷۱ل د غویي په ۸ مه دا حالت ځکه بدل شو، چې د پېښور ساخت جهادي تنظیمونو په افغانستان واک وموند او مخکینۍ یرغلیزه جګړه په کورنۍ جګړې بدله شوه. یو کال دوه خو د افغان ولس تمه وه چې جګړه به پای ومومي او سمون به راشي، خو داسې ونه شول او د دولت، حکومت او ولس ټول جوړشوي اجتماعي، سیاسي او فرهنګي جوړښتونه له منځه یوړل شول.
کله چې یوه ډله راوپرځېده او بله ډله د بېلابېلو ګوندونو تر واک لاندې واکمنه شوه او د پراخه جګړو او د لوټ تالان په کولو یې د افغان ولس او په تېره د فرهنګي پوړ زړونه تور کړل، ولس او ادبي مولدینو له دواړو خواوو مخ واړاوه او په ازادانه ډول یې د ملي فکر او ارزښتونو تبلیغ ته مخه کړه. ځکه نو دا پړاو د فکري بدلون په نامه نوموو.
دغه پړاوونه به هر یو تر ځانګړي سرلیک لاندې په منظم ډول په وروستیو برخو کې وپېژنو.
اوس به تر ډيورنډ کرښې پورته خواته د اوسني افغانستان پښتو معاصر ادبیات ددغه پړاوونو په لړ کې په ځانګړي ډول مفصل وپېژنو.
روښانتیا پړاو
۱۹۴۶-۱۹۱۱ ع
۱۳۲۵-۱۲۹۰ل
۱۹۱۱ع= ۱۲۹۰ل کال افغانستان د فیوډالي واک او انحصار تر ملاماتي حالت لاندې په تیاره کې و. له یوې خوا په لویدیزه نړۍ کې پرمختګونو او د ژوندنیو اسانتیاوو رامنځته کوونکو وسیلو چټک پرمختګ پیل شوی و، له بلې خوا د همدغه پرمختګونو خبرونه د برتانوي هند له لارې افغانستان ته هم رارسېدل. د امیر حبیب الله خان په مشرۍ سلطنت هم اړوت چې ددغو پرمختګونو مخې پرانیزي. په جبل السراج کې یې د برېښنا فابریکې بنسټ کېښود، سړکونه جوړول یې پيل کړل، موټر افغانستان ته راورسېد، د وسلو جوړولو فابریکه او د چاپ لپاره مطبعه جوړه شوه. روغتونونه، حبیبیه ښوونځی او د پوستې نظام پرانېستل شو. دا او نورو پرمختګونو افغانان فکر کولو ته اړ کړل او پرمختګ ته لېواله شول. په دې لړ کې د سراج الاخبار خپراوی هم شامل و.
د سراج الاخبار لومړنۍ چلوونکې ډلې سلطنتي حکومت په دې قانع کړ چې د خلکو د ذهنونو د روښانولو او خبرولو لپاره د یوه اخبار خپراوي ته اړتیا ده، چې د سلطنت تر سیوري او قیادت لاندې په منظم ډول خپور او خلک خبر کړای شي.
امیر حبیب الله خان دا نظر ومانه او د مولوي عبدالروف قندهاري خاکي په مشرۍ او د مولوي محمد سرور واصف په مرستیالۍ یې یوه ډله وټاکله چې اخبار خپور کړي. د اخبار د تګلارې تر منلو اته میاشتې وروسته د سراج الاخبار لومړۍ ګڼه خپره شوه، خو په برتانوي هند کې انګرېزانو دا چاره د افغانانو د فکري ودې لامل وګڼله او په پټه یې له امیر نه د هغه د بندولو غوښتنه وکړه. امیر همداسې وکړل، د اخبار خپراوی یې بند کړ.
د سراج الاخبار چلوونکي یوازې د اخبار په فکر کې نه وو، بلکې دوی په خپلو ناستو او علمي ژورنالیستي فعالیتونو کې د لومړني مشروطه ګوند بنسټ هم کېښود.
ددې ګوند عمده هدف دا و، چې حاکمیت باید ملي شي او مطلق دې دیوه بې مسوولیته پاچا تر امر لاندې نه وي. ترقي دې پراخه کړای شي، سواد دې عام شي، مترقي فکرونه دې وده وکړي د خانانو او ملکانو د استثمار مخنیوی دې وشي، رشوت او بډې اخیستل دې بند شي او حکومتي چارې دې اصلاح شي. حکومت که بیخي نه شي بدلېدی، باید ولس په یوه ډول په کې ګډ شي او د خلکو د استازو یوه شورا دې جوړه شي. د خلکو غږ دې واورېدل شي.
په دغه ډله کې د پښتو او دري ژبو لیکوالو او شاعرانو- چې زیاتره یې دیني عالمان هم وو-فعال وو. دوی په خپلو لیکونو، مقالو، رسالو او شعرونو کې د پورته هدفونو لپاره کله په څرګنده او کله په رمز او اشارو تبلیغ کاوه.
کله چې امیر ددغه ډلې له فعالیته خبر شو، ددوی څو عمده مشران یې د توپ خولې ته وتړل او اعدام یې کړل. دا فکر لږ څه غلی شو، خو پای یې ونه موند؛ ځکه دغې ډلې د حبیبیه لېسې په شاګردانو او هم په دربار کې د ځوانو خدمتګارانو او کارکوونکو په ذهنونو کار کړی وو او دوی خپل ارمانونو ته ژمن پاتې شول.
په ۱۹۰۵ع کال چې محمود طرزي له سوریې نه افغانستان ته راغی، د دویم مشروطیت ګوند زړی پراخه شو. طرزي او ملګرو یې حکومت بېرته اصلاحاتو ته اړ کړ او موافقه یې واخیسته چې سراج الاخبار بیا خپور شي. د سراج الاخبار د بیا پيل لومړۍ ګڼه په ۱۹۱۱ع = ۱۲۹۰ل کال خپره شوه، چې تر اوو کالو یې دوام وکړ او د اماني رژيم په وخت یې نوم په امان افغان واړول شو.
لومړني او دویم مشروطیت دواړو هم ملي او مترقي فکرونه وپالل او هم یې د پښتو او دري ژبو لیکوالو او شاعرانو ته داسې روحیه ورزده کړه چې دوی یې وطنپالنې، ملتپالنې او پرمختګ ته وهڅول.
د امیرعبدالرحمان خان په امارت کې ګڼ شمېر روښانفکران بهر ته تبعید شوي وو، چې د امیر حبیب الله خان په وخت بېرته راستانه کړای شول؛ دغې ډلې هم د معاصرو ادبیاتو په تولید او تبلیغ کې اغېز درلود. دغه راز د عصري زده کړو یوه ډله استادان له هندوستان څخه هم افغانستان ته رابلل شوي وو، چې په حبیبیه لېسه کې استادان وو او هم یې په ځينو نورو ادارو کې کار کاوه؛ دوی په ګډه د معاصرو مفکورو په دودولو کې نقش لاره.
که څه هم چې انګرېزانو د ډيورنډ په تحمیلي کرښې د دواړو خواو پښتانه سره بېل کړل، خو هلته په پښتونخوا کې هم ګڼ شمېر ملي او مترقي افکار مخ په خورېدو وو او یو شمېر پښتنو ځوانانو په انګلیسي ژبه زده کړې کړې وې او هم یې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي وو، دوی هم د نوي روښانه ادب ایجاد ته ملاوتړله او ماډرن افکار یې شعر او ادبیاتو ته ننویستل، چې په دې توګه د روښانتیا دوره د لروبرو پښتنو لپاره یو شان ده او یو له بله نه شي جلا کېدی.
«د تجدد او روښانتیا دوران ادبیات د ملي ارمانونو د عرادې په توګه د فرهنګ پرمخ بیولو ته وقف شوي وو. په دې کې شک نه شته چې د معاصر ادب تر څنګ کلاسیک ادب او فوکلوري ادب دواړه په خپل قوت پاتې وو، خو معاصر ادب د محتوا او پيغام د درلودلو له کبله نور ادبي جریانونه له خپل عنعنه یي اهمیت څخه وغورځول. معاصر ادب د یوه متعهد او رسالتمن ادب په توګه د ټولنې په خدمت کې په کار واچول شو. په هېواد کې د مزمن فقر، بېسوادۍ، اداري فساد، اختناق او ټولنیزې بې عدالتۍ عمومیت ټول هېواد پالونکي ازادۍ خوښوونکي روښانفکران دې ته وهڅول چې د منځنیو پېړیو عطالت او رکود د منځه وړلو دپاره سخته مبارزه پیل کړي. ادبیات د یوه معنوي مقال په توګه د خلکو د ذهنونو د روښانولو لپاره استخدام کړي او ولس د غفلت، بې خبرۍ، ړانده تقلید او بې تفاوتۍ له درانه خوبه راويښ کړي. ددغه وخت یو شمېر نامتو شاعرانو او لیکوالو د ادبي تخلیقاتو له لارې د خانخانۍ، استعمار، ځانځانۍ او استبداد پرضد ګړندۍ مبارزه کوله او ځينو یې د خپلو لوړو ارمانونو د پوره کولو په لاره کې د قربانۍ میدان ته هم ورودانګل او د شهادت جامونه یې وڅښل.»
(روهي، د ادبیاتو تاریخ ۵۳ مخ)
د ادبیاتو تاریخ دورې که څه هم چې په سیاسي واک او ځواک پورې هم څه اړه لري، خو په اصل کې باید د فکر، مفکورې، محتوا، مضمون او د بیان د موضوعاتو له مخې وټاکل شي. ځکه نو معاصر ادب د سراج الاخبار له خپراوي سره سم پيلیږي او د ۱۹۴۶-۶-۱۵ع= ۱۳۲۵-۳-۲۵ل پورې دوام کوي.
ادبپوهانو د معاصرې ادبي دورې لومړنی پړاو له همدې امله د روښانتیا په نامه نومولی چې د ذهنیتونو او فکرونو د روښانولو کار په کې شوی، چې بنسټ یې لومړني او دویم مشروطیت ایښي او دا ډله د سراج الاخبار په جوړښت او چلښت کې فعاله وه.
په روښانتیا پړاو کې د سراج الاخبار ځينې پښتو مقالې او شعرونه او په اماني دوره کې د امان افغان په ګډون د نورو خپرونو لیکوال او چلوونکي دي چې پښتو هم په کې د دویمې ژبې په توګه مطرح وه. د همدوی مقالو او لیکنو تعلیمیافته پوړ راويښ کړ او د عامو افغانانو ترمنځ یې هم د روښانفکرۍ زړی وکاره.
په اماني دوره کې «مرکه د پښتو» په نامه یو انجمن جوړ شو، چې په سقوي دوره کې ړنګ شو او د محمد نادرشاه په وخت کې په ۱۹۳۱ع=۱۳۱۰ل کابل ادبي انجمن جوړ شو چې څلور کاله وروسته همدا انجمن له کندهار ادبي انجمن سره ګډ او بیا په ۱۹۳۷ع=۱۳۱۶ل کې په پښتو ټولنه بدل شو.
که څه هم چې پښتو ټولنې له پيله پښتو ژبې او ادب ته نوې بڼه ورکړه، خو په افغانستان کې د محمد هاشم خان صدراعظم د ټينګ واک او سخت دریځ له امله د ویښتیا مخه ډب وه. دغه حالت تر ۱۹۴۶=۱۳۲۵ل پورې چې ده په کې استعفی ورکړه، دوام وکړ.
د پښتو ټولنې په لومړیو لسو کلونو کې د پښتو ډېر لوی لیکوال او شاعران ډګر ته راووتل، چې کتابونه او لیکنې یې خپرې شوې، خو دغو لیکوالو په ویښتیا پړاو کې ډېر تبارز وکړ، ځکه نو موږ یې د ویښتیا پړاو په برخه کې ګڼو او دلته یوازې هغه لیکوال او شاعران یادوو چې د روښانتیا پړاو په لومړیو کې فعال وو.
په روښانتیا پړاو کې زیاتره د پښتو د ګرامر او قواعدو کتابونه خپاره شوي او عادي او علمي پښتو په اخبارونو او د معارف په کتابونو کې وه، چې د اوسنۍ پښتو په بڼه نه لیکل کېده او د دیني ترجمو په رنګ رنګ شوې وه.
په دې دوران کې د پښتنو ځينو لویو لیکوالو لکه علامه حبیبي، ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، عبدالروف بېنوا، پوهاند صدیق الله رشتین، سید شمس الدین مجروح، عبدالرحمان پژواک، پوهاند رشاد، برهان الدین کشککي او ځينو نورو کتابونه هم خپاره کړي، خو څرنګه چې ددوی اثار زیاتره په ویښتیا پړاو کې خپاره شوي، نو دلته یې له یادونې تېرېږو او ددوی ټول کارونه په ویښتیا پړاو کې رانغاړو.
د سراج الاخبار پيل او ادبي هڅې
د سراج الاخبار وړومبنۍ ګڼه د ۱۹۰۶ کال د جنورۍ په ۱۱مه =۱۲۸۴ل کال د جدي ۲۱مه = ۱۳۲۳ ذیقعده ۱۵مه خپره شوه. او تر یوې ګڼې خپراوي وروسته بنده کړای شوه.
د سراج الاخبار د لومړنۍ دورې چلونکي دا لاندې خلک وو:
مولوي عبدالروف خان قندهاري( خاکي) د شاهي مدرسې سرښوونکی، لوی مدیر.
مولوي محمد سرور واصف د مولوي احمدجان الکوزي زوی، د سراج الاخبار د انجمن منشي.
ایډیټر یا عنوان ګذار ، مولوي عبدالروف خان.
سب ایډیتر، مولي نجف علي خان.
د ایدیټرانو تر لاس لاندې محرر مولوي سرورخان د احمد جان الکوزي زوی.
د تورکي ژبې ژباړن، حاجي باشي غلام نقشبند.
مرستیال او د اوردو ژبې ژباړن، منشي حافظ حیدرعلي خان.
د اوردو خبرونو د ژباړې مرستیال، عبدالرحمان بیګ او عبدالرحیم بیګ.
خطاطان، میرزا غلام قادر خان او میرزا محمد اسحاق خان.
مصحح، قاري نېک محمد.
انجمن د محمود طرزي له سوریې نه د راغوښتلو وړاندیز هم وکړ چې د اخبار په چارو کې مرسته وکړي. د ۱۹۰۵ع د مۍ په لومړۍ = ۱۲۸۴-۲-۱۱ دا سند لاسلیک شو. او اته میاشتې وروسته د سراج الاخبار لومړی ګڼه خپره شوه.
سراج الاخبار ان له لومړۍ ګڼې د فکري تنویر ذریعه شوه، په سرلیکنه کې یې مولوي عبدالروف خاکي د مترقي او ازاد افغانستان په ننګه اشارتا خبرې ولیکلې، چې په هند کې پراته انګرېزان یې متوجه کړل او امیر یې په پټه وهڅاوه چې دا اخبار بند کړي. امیر همداسې وکړل، اخبار تر لومړۍ ګڼې وروسته بند شو، خو د محمود طرزي د هڅو او د هېواد د سیاسي او ټولنیزو حالاتو په وجه امیر مجبور شو د سراج الاخبار د بیا پیل اجازه وکړي.
سراج الاخبار دویم ځل د محمود طرزي په مدیریت د ۱۹۱۱ع کال د اکتوبر په نهمه نېټه د ۱۲۹۰ل کال د میزان په ۱۶مه (۱۳۲۹ شوال ۱۵ مه) لومړۍ ګڼه خپور شو او په هرو پنځلس ورځو کې یو ځل خپرېده. چې اووه کاله په پرله پسې ډول خپور شوی دی.
که څه هم چې سراج الاخبار عمدتا په دري ژبه خپرېده خو ځينې وخت یې پښتو مطالب هم خپرول، چې په کې ادبي لیکنې او شعرونه هم شامل دي او په زیاترو شعرونو او لیکنو کې یې ازادي، ترقي او د مشروطه غوښتونکو نظرونه منعکس کېدل.
مرکه د پښتو
دا علمي او تحقیقي ټولنه په ۱۹۲۲ع=۱۳۰۱ل کال د کابل د ارګ په شمالي برج کې جوړه او « مرکه د پښتو» وبلل شوه. یو کال وروسته د افغانستان د پوهنې وزارت اړوند ریاست شو.
د افغانستان د هغه وخت د اساسي تشکیلاتو د نظامنامې په ۴۷ مه ماده کې یې وظیفه د پښتو ژبې د اصولو او قواعدو ضبط او تدوین او د درسي کتابونه ترجمه او نقلول ښوول شوي دي.
«مرکه د پښتو ۱۲ تنه علمي او تخنیکي غړي لرل چې په لاندې ډول دي:
۱.مولوي عبدالواسع اخونزاده ۲.عبدالرحمان لودین ۳.لالا محمد زمان خان طرزي ۴.ملا محمد خان ساپی مشهور په افغان نویس عرض بیګي ۵.عبدالوهاب کاميي ۶.عبدالواحد خان لکڼ خېل غلځی ۷.عبدالکریم خان دولت شاهي ۸.احمدګل خان سلیمان خېل ۹.غلام قادرخان اڅکزی ۱۰.الاویردي خان وردک ۱۱.میرعالم خان مروت ۱۲.ملاپاچامیرخان خوږیاڼی.
مولوي عبدالواسع اخونزاده د مرکې مشر او عبدالرحمان لودین یې مرستیال و، چې عبدالواسع اخونزاده تر استعفا وروسته یې ع. لودین دویم مشر وټاکل شو. عبدالوهاب کاموي په کې د انګلیسي ژبې ژباړن و. د مرکې ۱۲ سره غړي د بېلابېلو پښتني ټبرونو استازي توب کاوه او په دې توګه یې د هر ټبر او سیمې د لهجې اړوند پښتو لفظونه راټولول او څېړل او بیا یې ترې یوه معیاري لغت جوړاوه، چې په تعلیمي نصاب او دولتي ادارو کې عمومیت ومومي.
د مرکې غړي ټول دینې عالمان وو، چې ورسره په عصري زده کړو او د پښتو ژبې د پېژندګلوۍ او قواعدو په برخه کې هم د مطالعې خاوندان وو. هغه وخت عصري زده کړې او پوهنتونونه نه وو، د مرکې غړیو د دیني علومو د مطالعې ترڅنګ له خپلې ژبې سره د مینې له مخې په شخصي توګه مطالعات لرل او د پوهې او درک خاوندان وو.
د مرکې کار دا و چې د پوهنې وزارت لپاره درسي کتابونه راټول او ولیکي او هم ځينې کتابونه په پښتو وژباړي. دغه راز هغه مهال په ټول افغانستان کې دفتري او رسمي ژبه دري وه، مرکې باید د دري ترڅنګ د پښتو ژبې د ودې لپاره هم لارې پرانېستې وای. دولتي القاب او نومونه یې پښتو ته اړولي وای او په هغو سیمو کې چې پښتانه اوسېدل، هلته یې په پښتو ژبه د دولتي او رسمي کارونو لپاره قواعد او چوکاټونه جوړول او هم یې د پښتو د عمومیت لپاره کار کاوه.
که څه هم په ټولو دولتي ادارو کې د پښتو د عمومیت پيدا کولو لپاره دا تشکیل لږ و، خو دا یې بنسټ و او که د امان الله خان واکمني پاتې شوې وای، ښايي چې پراخه شوی به و.
مرکې د پښتو ژبې د ودې لپاره ټولو پښتنو ته یو اعلان وکړ چې په کې راغلي و، پښتانه دې د خپلو سیمو هغه لغتونه چې په نورو سیمو کې دود نه وي، مرکې ته ورواستوي او هم دې له مرکې سره مرسته وکړي چې پښتو ژبه وده ومومي.
مرکې دا لاندې دوه کتابونه هم خپاره کړل:
یوازینۍ پښتو په ۱۵۲ مخونو کې په ۱۹۲۲ع=۱۳۰۱ل د پوهنې وزارت په مطبعه کې چاپ شو. «دا کتاب دوه برخې لري، لومړۍ برخه یې د پښتو ژبې مفردات په ۹۲ مخونو کې د عبدالوهاب کاميي له خوا او دویمه برخه ۶۰ مخه مرکبات د لالا محمد زمان له خوا لیکل شوي دي.» ( په دوو ورستیو پېړیو کې د پښتو چاپ شوي اثارسیمینار، ۱۳۵۸ل، د عبدالروف بېنوا مقاله ۱۴ مخ)
پښتو پښویه د پښتو صرف او نحوې اړوند کتاب دی، دا کتاب هم دوه برخې لري، لومړۍ یې په پښتو صرف او نحوې د عربي تطبیق دی، بله برخه کې یې د پښتو ژبې مصدرونه په الفبايي ترتیب راغلي، دا کتاب په ۱۴۴ مخونو کې په ۱۹۲۳ع=۱۳۰۲ل کې د پوهنې وزارت په مطبعه کې چاپ شوی دی.
پر دې سربېره دوه نور قاموسونه هم دغې مرکې ترتیب کړي او لیکلي وو:
په یوه قاموس کې ۱۱۶۰۰۰ دري لغتونه په پښتو ژباړل شوي او په بل کې ۱۱۰۰۰ پښتو لغتونه په دري ژباړل شوي وو. دا کتابونه چاپ ته چمتو وو، چې د کومې متعصبې ډلې یا شخص له خوا له منځه یوړل شول. هغه مهال د کندهار طلوع افغان جریدې په دې اړه په یوه خبر کې په دغه ناروا کار افسوس څرګند کړی دی.
ددغو لغتونو یوه برخه چې وروسته وموندل شوه، د افغان قاموس په نامه په ۱۳۳۵ل کال د افغاني نویس په لیکوالۍ په درې ټوکونو کې پښتو ټولنې چاپ کړه.
د مرکې غړیو هڅه کوله چې پښتو سوچه او کره کړي او هر دري لغت او کلیمې ته پښتو ټکي ومومي، ځينې یې چې نه موندل کېدل، د مرکې غړیو به پخپله جوړول. دا ستونزمن کار و، ځکه له یوې خوا هغه وخت د ژبپوهنې او ګرامر په برخه کې عصري زده کړې نه وې او له بلې خوا د سختو لغتونو پښتو بڼې د دودېدو له ستونزې سره مخ وې.
د مرکې چارې د امان الله خان د پاچاهۍ تر وروستي وخته روانې وې، کله چې سقوي اړودوړ رامنځته شو، د نورو په شان مرکه هم ړنګه شوه او د محمد نادرشاه په څلور کلنه واکمنۍ کې یې هم د فعالیت کوم څرک نه دی لیدل شوی. دغه وخت د کابل ادبي انجمن په نامه مرکې ته ورته بنسټ رامنځته شو، خو دغه انجمن د دري ژبې لپاره کار کاوه.
د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د مرکې د ژوندي کولو فکر بیا پیدا شو او د مرکې زاړه غړي او ورسره نوي کسان د پښتو ټولنې په چوکاټ کې سره راغونډ کړای شول، چې وروسته به پرې بحث وشي.
---------------
د روښانتیا پړاو لیکوال او شاعران
غلام محی الدین افغان
مولوي غلام محی الدین افغان د عبدالرشید زوی په ۱۸۶۳ع=۱۲۴۲ل کال په کندهار کې زیږېدلی و، تر زلمینۍ یې زده کړې په کندهار کې کړې وې. د امیر عبدالرحمان خان له خوا یې کورنۍ له وطن نه تبعید ته اړ شوه، او برتانوي هند ته جلا وطن شو. ده هلته په برتانوي هند او پښتونخوا کې نورې زده کړې هم وکړې او په پښتو او دري سربېره یې اوردو او انګلیسي ژبه هم زده کړه، ویل کیږی چې دی په عربي او سانسکرېټ ژبو هم پوهېده.
د امیر حبیب الله خان په وخت بېرته افغانستان ته راستون شو او د کابل د دارالمعلمین مدیر وټاکل شو. دا وخت به یې په سراج الاخبار کې پښتو شعرونه او لیکنې هم خپرولې. د «اخوان افغان» د خوځښت غړی و.
افغان د پښتو ژبې د تعمیم کره والي او د پښتنو د ترقۍ او لویۍ سخت مینه وال و. ددې لپاره یې عملي هڅې هم کولې او په خپلو شعرونو او نثرونو کې یې هم د همدې لپاره مبارزه کوله.
غلام محی الدین افغان د ۱۳۰۰ل کال د اسد میاشتې په ۱۱ مه =۱۹۲۱ع کال د اګست ۲یمه د چارشنبې په ورځ مړ او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو. دده په قبر پښتو ډبرلیک لیکل شوی، چې په ټول هېواد کې لومړنی پښتو ډبرلیک ګڼل شوی دی، دا ډبرلیک دده په ژوند ښه رڼا اچوي، دلته یې لیکو:
«یاایهاالنفس المطمینته ارجعي الی ربک راضیته مرضیه فادخلي فی عبادي وادخلي جنتي»
«مولوي غلام محی الدین خان افغان په قندهار کې متولد شو او هلته د دینیات معلومات یې حاصل کړل. پس په معیت د سردار ایوب خان په راولپنډۍ او لاهور کې د فرار په حالت کې له انګریزي مکتبو څخه یې جدید تعلیم واخیست چې بېرته کابل ته راغی د امیرحبیب الله خان په روښان دوران کې د دارالمعلمین مدیر مقرر شو او هغه خیالات او ارادې یې د اصلاح او ترقۍ د ملت چې دوولس کاله پخوا په مجلس کې د «جان نثاران ملت» معاقده کړې وې، د ظل الهي تر سیوري لاندې په خپله په ثمر ورسېدلې.
په دا کیفیت مطمین او د عبادالله په خدمت کې داخل و. چې په اجل د وبای هیضه و خپل پروردګار ته راجع شو او هغه د ټولو څښتن تعالی دی په جنت کې داخل کئ.
دا دعا د «اخوان افغان » په یاد د هغه وطن دوستي او وفادار زړه خيژي:
چې په یار پسې ترځان او جهان تېر وي
څوک کولی سي دا هسې مشقت
د شپېتو کالو د صلاح او تجرد او ځوانۍ په ژوند کې ملګری د ځوان مردانو، د اهل او صالح د هر مشرب، چې ټول یې امرزش غواړي:
بروز مرګ که یوم وصال یاران است
کسیکه دست من اندم ګرفت یار آنست
تاریخ وفات، چارشنبه ۱۱ اسد ۱۳۰۰هـ ش
مطابق ۲۸ ذیقعده ۱۳۳۹هـ »
(اوسني لیکوال، بېنوا، د پښتو ادبیاتو تاریخ، روهي)
د افغان د نظم نمونې:
زړه زما ډک دی له مینې د وطن
خپل وطن ماته عزیز دی تر خپل تن
هر یو ګل مې د وطن په ما ډېر ګران دی
تر کشمیره تر پاریسه تر لندن
شېرین ځان مې تر شېرین وطن فدا دی
زه خو دا رنګه فرهاد یمه کوهکن
ګلستان مې د وطن لا درکنار وي
خارستان دی، د وطن راته ګلشن
د وطن په حمایت کې ځان مباح دی
په دا مینه کې لازم دی سر باختن
چې د چا په سر سودا د وطن نه وي
سر دده دی مستحق د بریدن
چا په زړه کې چې جنون د وطن نه وي
د هغه زړه خدای همېش لري غمجن
که څه ډېر دي په جهان کې عزتونه
ډېر عزت دی په خدمت کې د وطن
(اوسني لیکوال ۱ ټوک ۶۹ مخ)
د رحمان بابا پرغزل مخمس
جاردې شم تر نامه راشه راشه
په هجران کې یم ناکامه راشه راشه
زما ورد په صبح و شامه راشه راشه
ای زما د زړه ارامه راشه
سروی قده ګل اندامه راشه راشه
مهجور زړه خو، له فراقه زیاتي چوي
په هغه باندې کول د رحم ښه وي
چې په سر یې غم غمونه ډېر پراته وي
خدازده بیا به هغه وخت وي، که به نه وي
زه وېرېږم له ایامه راشه راشه
په دروغو هسې ته ولې وینا کړې
د وصال وعده همېش ته په فردا کړې
خامخا خندا په ما عاجز شیدا کړې
نن هنګام دی، که وفا کړې که جفا کړې
چاره نه شي له هنګامه راشه راشه
دا جهان کله مکان د انبساط دی؟
بلکې دا د مسافرو یو رباط دی
په هر لور کې غم موجود، مفقود نشاط دی
مبارک د دوو میینو اختلاط دی
تله دي تله دې له جهانه راشه راشه
یخ کابل کې مې په زړه بله لمبه شوه
له فراقه مې سینه اتشکده شوه
ما غریب لره قاتله دې عشوه شوه
شپه لا پرېږده رڼا ورځ راباندې شپه شوه
د «افغان» ماه تمامه راشه راشه
(سراج الاخبار ۱۶ذیحجه، ۱۳۳۴ ؛ د اوسني لیکوال په حواله)
غزل
بې کمال د با کمال کله همسر دی
هم قیمت کله ګوهر سره حجر دی
با کمال سړی په مثل د بادشاه دی
په ظاهره که مفلس او قلندر دی
که لباس د بې کمال وي د زربفتو
دا یې ځل وي د حریرو هغه خر دی
که لباس د با کمال وي د کرباسو
کمال ده لره خلعت دی هم زېور دی
چوک چې نه لري کمال واوره افغانه!
که غني وي لا خو تانه مفلس تر دی
(اوسني لیکوال ۷۱ مخ)
--------------
مولوي صالح محمد هوتک
مولوي صالح محمد هوتک په۱۸۹۰ع= ۱۲۶۹ل کال په کندهار کې زیږېدلی او په ۱۹۶۰ع= ۱۳۳۹ل کال مړ دی. دی په پنځلس کلنۍ کابل ته راغی، د کابل حبیبیه ښوونځي یې ولوست او بېرته هماغلته ښوونکی وټاکل شو. ده په دغه ښوونځي کې د پښتو ژبې تدریس کاوه.
صالح محمد هوتک د هغه وخت ځوان پښتون نسل په مینه وروزه، دوی ته یې د وطن د پرمختګ، ازادۍ او هېوادپالنې روحیه ورکړه. دی صوفي مشربه متدین شخصیت و، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو له تطبیق سره یې ژوره مینه لرله. د پوهنې د عامېدو په چارو کې دده مینه او هڅې د افغانستان د معاصر فرهنګي تاریخ مهمه برخه ده.
دده اثار دادي:
۱.خود اموز پښتو، په ۱۳۱۳ل کال په کندهار کې چاپ شوی دی.
۲.لومړی کتاب د پښتو، په ۱۳۳۵هـ ق کې په لاهور کې چاپ شوی دی.
۳.خود اموز پښتو، په ۱۳۱۴ل کال په کندهار کې چاپ شوی دی.
۴.پښتو ژبه لومړی ټوک، پښتو ټولنې په ۱۳۱۶ل کال په کابل کې خپور کړی دی.
۵.پښتو ژبه دویم ټوک، پښتو ټولنې په ۱۳۱۷ل کال په کابل کې چاپ کړی دی.
۶.دویم کتاب د پښتو، د حبیبیه ښوونځي د زده کوونکو درسي کتاب.
۷.درېیم کتاب د پښتو، د حبیبیه ښوونځي د زده کوونکو درسي کتاب.
۸.د پښتو ژبې لپاره درسي کتاب
۹.پښتو صرف او نحو، له اوردو ژبې ژباړل شوی دی.
۱۰.دعزیزي تفسیر ترجمه په پښتو ژبه، قلمي نسخه.
۱۱.اطاعت اولوالامر، په پښتو ژبه ۱۳۳۴هـ ق
۱۲.پښتو مثنوي، د پښتو د انکشاف او تقویې ریاست په ۱۳۵۰ل کال په کابل کې خپور کړی دی.
۱۳.تذکرة الشعرا، د مولوي صالح محمد هوتک او سراج الدین سعید ګډ تالیف، په ۱۳۶۶ل، په کابل کې هېواد ورځپاڼې خپور کړی دی.
۱۴.پاشلې ویناوې، منظومه او منثوره ټولګه.
د صالح محمد هوتک زیاتره اثار درسي دي، خو ځينې یې ادبي دي او تحقیقي دي. په دې لړ کې یو مثنوي دی، چې درې زره بیته لري او ځينې برخې یې د مولاناجلال الدین محمد بلخي له مثنوي څخه په ازاده توګه ژباړلي دي.
په روښانتیا پړاو کې دده شعرونه او ادبي هڅې ډېرې څرګندې دي او د پیغام او محتوا له مخې ددغه پړاو په غوره استازو لیکوالو او شاعرانو کې ځای لري.
ده د لومړۍ نړۍ والې جګړې په وخت یو شعر ووایه چې په سراج الاخبار کې چاپ شو:
ته کوره د زمکې ګوره
نظر وکړه زما وروره
دنیا ده پرشور راغلې
تورېدلې قهرېدلې
...
جرمن دی خدای ګمارلی
روس انګرېز ته شکارلی
په دې شعر د برتانوي هند انګرېزان په غوسه شول او امیرحبیب الله ته یې ولیکل چې داسې شعرونه لیکل دې بند شي. همدا و چې بیا تریوه کاله په سراج الاخبار کې دده شعرونه خپاره نه شول. ده ددې لپاره چې د خپلو اثارو د خپراوي لپاره لار پرانیزي، په ۱۲۹۵ل کال یې د اطاعت اوالامر تر سرلیک دې یو شعر ولیکه چې:
اطاعت د اولوالامر فرض عین دی
بلې بلې ثابت شوی په قران
د مولوي صالح محمد هوتک د بلبل ژړا شعر ډېر شهرت لري، که څه هم دا شعر د عبدالهادي داوي د پاړسي شعر ژباړه ده، خو ده په کې خپل ظرافت هم ښوولی دی.
یو سحر زما تر غوږ سوله بلبله
په قفس کې ژړل دا یې ویله
 ....
په قفس کې د بلبل ژړا په سیموبلیکه ژبه خلک خپلواکۍ غوښتنې ته هڅوي او د ازادۍ د ژوند خواږه ورپه یادوي. د پوهاند حبیبي په وینا دا شعر دومره مقبول شو چې هلته به ښځو هم ویلې او د وطن د عشق او خپلواکۍ هیلې یې په غورځنګ راوستې وې.
دا شعر د شعري تلازماتو او کیفیاتو له پلوه هم په تول پوره دی او د معاصر شعر ګڼې ښېګڼې په کې خوندي دي.
د مولوي صالح محمد هوتک د نظم او نثر نمونې:
په قفس کې د بلبل ژړا
یو سحر زما تر غوږه سوه بلبله
په قفس کې یې ژړل دا یې ویله
چې بندي شوم د صیاد له سخته دله
ولې نه پوښتي څوک حال زما یو له بله
ولې نسته بې فغانه کاروبار زما
ولې حبس ابدي راغی په وار زما
نه محرم چې د زړه حال ورته بیان کړم
نه مې وس چې خبرداره بلبلان کړم
نه ملګري چې چمن ته یې روان کړم
بیا بیان ورته د ګل او د ریحان کړم
خپل ډک زړه د ارمانو ورته خالي کړم
ټول مرغان د چمنو په ځان حالي کړم
چاته وژړام پر چا باندې فریاد کړم
چاته خاورې په خپل سر باندې باد باد کړم
چاته وګورم په څه شي زړګی ښاد کړم
د صیاد له لاسه چاته عرض و داد کړم
څه راوسوه چې د تور قفس بندي شوم
نه خلاصېږم په دا بند کې ابدي شوم
ولې زه له خپله سیله را جلا شوم
ولې زه له خپل وطنه راجدا شوم
ولې زه په ویر اخته په واویلا شوم
کورو کلی مې سو پاته خوار تنها شوم
کوم ظالم کړمه بندي خدای دې بندي کړي
خدای دې ما غوندې اخته په جدايي کړي
اوس به زه لکه ها نور په هوا تلمه
په هوس د ازادۍ به نازېدمه
پر غونچو به د ګلانو موسېدمه
روځ په روځ به غوړېدمه لوبېدمه
چا بندي کړم خدایه تې په ځان اخته کړې
په قفس یې د زندان ځیګر سوخته کړې
اوس به ګرځېدم ازاد په چمنو کې
الوتم به په صحرا او په باغو کې
مست به ګرځېدم خوشال په شګوفو کې
ولې اوس یم په غمو په اندېښنو کې
چې بندي دې د قفس کړمه صیاده
خدای دې ما غوندې بندي که ای ازاده
الغرض چې ده وهلې دا نارې
د قفس له لاسه و په غلبلې
چې ناګه د چمن باد راغی د کښې
چې پر ونښت وای یې وواته له خولې
مګر دا باد د چمن له خوا راغلی
چې یې زما صبرو ارام راڅخه وړی
اوس بیا ګل او پسرلی هغه بهار دی
د نرګس او شګوفو ګرم بازار دی
د توتیانو په ګلشن کې چڼهار دی
په چمن کې د بلبلو چغهار دی
پر ګلانو الوته کا په خندا
زه بندي یم د قفس او په ژړا
زړه مې ډک دی سره چوي له ارمانه
خدایه ژر مې خلاصوې له دې زندانه
نور مې پرېږدې په دې ځای کې سبحانه
بیا مې ورسوې ژر تر خپل بوستانه
که دې زه یمه قفس ته پیدا کړې
بیا وزر دې ولې ماته دې راکړې؟
څو تر څو به یم په دې جورو ستم کې
څو تر څو به یم په آه او په الم کې
څو تر څو به په ژړا یم او په غم کې
څو تر څو به یمه دا رنګ په ماتم کې
چې امېد مې د خلاصي نه شته هیڅکله
نو بهتر دی مرګ تر دې ژوند یو په سله
بیا نو چپ شو یو ساعت په تامل شو
زما خیال دا شو چې د غم په تحمل شو
بیا یې نارې کړه همرازه د سورګل شو
ویلې آه چې د صیاد لا تغافل شو
ځان کړه مړ چې له ذلته نجات مومې
په ګوښه کې د عدم به حیات مومې
یو ساعت متفکر و حیران پاته
نه یې شکرو شکایت کاوه و چاته
چې بیا باد د چمن راغی دده خواته
آه یې وکيښ عرض یې وکئ خپل مولا ته
لکه زه هسې بندې شې ای صیاده
د وطن په جدايۍ شې نامراده
زه چې فخر د چمن زېب د بوستان وم
نغمه خوان د خپلې ځالې او اشیان وم
د باغو د ښو باغچو روح روان وم
د سروګلو پر ښاخو به ثنا خوان وم
د فولادو په پنجره کې دې بندي کړم
د هرکس و د ناکس دې ريشخندي کړم
زه به تل د باغ پرسر ښه په هوا وم
ښاخ پر ښاخ به بیا په څه نازو ادا وم
د ګلانو پر سرو به په خندا وم
په ځالۍ کې به وم ناست یا په صحرا وم
نه بندي وم د قفس نه مې هیڅ غم و
نه مې اوښکې بهېدې نه مې ماتم و
چې سحر به زه له ځالې په هوا شوم
په ګلشن کې به د عشق نغمه سرا شوم
چې له ښاخه به پر ګل باندې را تا شوم
یاسمن و یاسمین ته به ګویا شوم
ایا څوک لري دا عیش و عشرت نن زما
چې ندیم و ګل خانه ده په چمن زما
که څه نه دی ښه و ماته په دا شان مرګ
ولې ځوان یم او د ځوان وي د ارمان مرګ
خو د ژوند دپاره ښه دی ناګهان مرګ
او په هر ځله بهتر دی تر زندان مرګ
چې دا هر سهار خپل مرګ په قفس وینم
ولې نه مرم چې به بیا زه قفس وینم
په حسرت او په افسوس یې دا ویله
و ګلشن ته یې کتل بیا یې ژړله
د قفس و دروازې ته یې ځغستله
لارې نه وه وزرونې سرپوله
په هوا شو سر یې ونښت له قفسه
وینې توی شوې سوړ پوړ ولوېده له هوسه
سر تر پایه په سرو وینو کې غرقاب شو
ځان بایللی زړه زخمي حال یې خراب شو
بیا بېهوښه یا پر هوښ په اضطراب شو
چې پرهوښ نه سو ګویانه په دا باب و:
سر مې بایلود په هوا د ازادۍ
شکر شکر شوم فدا د ازادۍ
------
د نیکه وینا اولاد ته
ای زما کمکي زویه – زما ګلالي زویه
زما زلمي زویه- زما توریالي زویه
زه نصیحت کومه
تاته وصیت کومه
ما هم ځواني درلوده- هم مې خاني درلوده
هم مې هستي درلوده- هم مې مستي درلوده
هر طرف کار و زما
هر لورته نار و زما
نن د هیڅ کار نه یم – د هیڅ روزګار نه یم
مخ په یلغار نه یم – د ښه ګفتار نه یم
بندي د ګور یمه
د حق پر لور یمه
زه چې ژوندی وم زویه –خو شین زمری وم زویه
ښه ننګیالی وم زویه – هم جنګیالی وم زویه
سیالان له ما شرمېده
دښمن له ما بېرېده
وطن مې دی ساتلی – تاته مې دی روزلی
اوس مې په لاس درکړی- پرتا مې دی سپارلی
نو یې خدمت کوه تل
ښې حفاظت کوه تل
دا د وطن زیړګلان – دا د وطن ارغوان
دا د وطن سپین میدان- داد وطن شین دامان
ټوله و تاته پاته
دښمن دی شاوخواته
دښمن کینې کوینه – مکرو حیلې کوینه
ګاهې پلمې کوینه – بدې نخرې کوینه
وار خطا نه کې زویه
ځان تر شا نه کې زویه
مخ په سره اور ورځه – لکه خون خور ورځه
د ننګ په لور ورځه –برمنډ سرتور ورځه
چې مخ په کور نه کې
پاتې پېغور نه کې
(اوسني لیکوال ۲ ټ ۸۵۶مخ)
د نثر بیلګه:
یوه روځ غیرحاضري
یوه روځ غیرحاضري څونه نقصان لري؟
( ظریف او شریف څه سره وایي؟)
ظریف: شریف خانه ! راځه چې سبا مدرسې ته نه ځو.
شریف: ولې؟
ظریف: مېلې ته به ولاړ سو، چې خورا ښه مېله ده.
شریف: غیر حاضر به سو، سبقونه به څه کوو؟
ظریف: خیر دی، یوه بهانه به وکو.
شریف: ښه له غیر حاضرۍ به خلاص سوو، سبقو، سبقونه به څنګه زده کوو؟
ظریف: بیا به یې زده کوو، امتحان لا لیرې دی.
شریف: څنګه؟ یو سبق نه دی چې زده به یې کو. فارسي، عربي، حساب وغیره، پنځه شپږ سبقه دي، څنګه به یې زده کوو؟ د بلې روځ سبق پر دې موقوف دی، چې دا نه کو زده، سبا په سبق به څنګه وپوهېږو؟
ظریف: اوس په یوه روځ به هیڅ نه کیږي، زه خو ضرور سبا مېلې ته ځم، نه تېږم.
شریف: اختیار لرې، زه نه سم تلای.
ظریف: راځه ډېره ښه مېله ده، ساعت به مو تېر سي.
شریف: څه مېله؟ څه ساعت تېري؟
مدرسه پاته، سبقونه قضا، غیرحاضر، ستړی ستومانه، څه به ووینې؟ څه به واورې؟ یو څو لوچکان سره یوځای شوي دي، قمار کوي، یا غزلې وايي؟
دا څه مېله ده؟
ظریف: ته مه ځه، زه ځم.
سبا ظریف خان مېلې ته ولاړ، موروپلار ته یې ویل، سبق ته ځم. کتابونه یې په یوه دوکان کې کېښووه، مېله دوه کروهه لیرې وه. پر لارې یوازې و. چې ښه حد ولاړ دق شو، ملګری یې نه و. بېرېده چې اوس مې څوک ونه وهي. مېلې ته ورسېد، ساعت یې نه سو تېر، پس له دوه درې ساعته راراهي سو، پرلارې ډېر متفکر و، چې مدرسه هم پاته سوه، سبقونه هم قضا سوه، ساعت مې هم نه سو تېر....
شریف خان به سبق له تللی وي. ما ځان غیر حاضر کئ، که مې مورو پلار خبر سوه، ایا څه به راته وايي؟
وژی سو، مېوه والا ته ورېده، لاس یې جیب ته کئ، چې پیسې راوکاږي، په جیب کې یې هیڅ نه و. چې له کوره راوتئ، څلور روپۍ ورڅخه وې، هغه هم کیسه بر ځنې کښلې وې. حیران پاتې سو، ستړی ستومانه، وږی تږی کور ته راغی.
تمامه شپه د ستړیا له غمه خوب نه ورتئ. سبا چې مدرسې ته ورغی، هیڅ بهانه یې نه وه. مدرس پنځه سخت لرګي وواه، یو ساعت یې په جماعت کې ودراوه، ډېر خېجالت یې وکيښ. په نوي سبق نه پوهېده، ولې پرون غیر حاضر و او نن په غم....
شریف خان ارم ناست و. شکر یې کيښ چې مېلې ته نه ولاړم او غیر حاضر نه سوم. ظریف یوه هفته په سبق نه پوهېده!!
(اوسني لیکوال ۲ ټوک، ۸۵۰ مخ)
(دپښتو ادبیاتو تاریخ، روهي۶۰- ۶۷مخ/ اوسني لیکوال بېنوا ۸۵۰ مخ، په دوه ورستیو پېړوا کې د پښتو چاپي اثار مخ/ افغانستان اریانا دایرة المعارف مخ)
-------
عبدالعلي مستغني
عبدالعلي مستغني د ملا رمضان اخوند زوی، د ملا قضا لمسی او د ملا رسولداد کړوسی دی، په خټه هوتک، په ۱۸۷۷ ع کال د جنورۍ په ۳مه نېټه=۱۲۵۵/۱۰/۱۴ل د کابل په بالاحصار کې زیږېدلی او په ۱۹۳۳ع کال چې د ۱۳۱۲ل کال د حوت یوویشتمه کیږي، د یکشنبې په ورځ مړ او د تمیم انصار په هدیره کې ښخ دی. دی اصلا د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، خو دده کورنۍ د هغه ځای له سیوري سیمې څخه میدان وردک ته راکډه شوې وه، او په بیني بادام سیمه کې دېره وه، ځکه نو ځينې یې د مستغني وردک په نامه هم پېژني.
دده پلار د امیرحبیب الله خان او سردار نصرالله خان استاد و.
ده لومړنۍ او منځنۍ زده کړې له خپل پلار څخه کړي او نور علوم یې لکه منطق، فلسفه، علم الکلام، فقه، اصول، صرف، نحو، تصوف یې د خپل وخت له نورو عالمانو زده کړي دي.
مستغني د دري او پښتو ژبو ښه شاعر و، خو په دري ژبه یې شعري کیفیات تر پښتو اوچت دي. دی په خپله هم وايي:
فارسي شعر مې مشهور دی په جهان کې
په پښتو ژبه مې شعر د شمار نه دی
دا خو دده انکسار دی، خو ده د شعر لوړ استعداد لاره او ځينې وخت به یې فی البدیهه شعرونه هم ویل. دده په اشعارو کې عشقي او وطني دواړه خواږه موندی شو. په تېره له خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره یې مینه په شعرونو کې څرګندیږي.
د مستغني شعرونه په سراج الاخبار او کابل مجله کې خپاره شوي دي. دی څه وخت د سراج الاخبار مصحح هم و. په امانیه دوره کې یې د حبیبیې په ښوونځي کې استادي کوله، خو شپږ اووه میاشتې یې ددې دندې پوره شوې وې چې، په هېواد کې د حبیب الله کلکاني(سقاو) اړو دوړ راغی او په ۱۳۰۷ل کال دی بېرته کندهار ته ستون شو.
تر انقلاب وروسته دی پاچا محمد نادرشاه کابل ته راوغوښت او د کابل ادبي انجمن غړی شو، چې تر مړینې یې دا دنده ترسره کړې ده.
مستغني په نجوم، رمل، حساب، هندسه او د اقلیدس په مقالاتو کې ډېره مطالعه لرله او هم د قوي منطق او استدلال خاوند و.
د مستغني په مړینه ملک الشعرا قاري عبدالله بېتاب او د ایران نامتو شاعر ملک الشعرا محمد تقي بهار هم مرثیې ویلي دي.
مستغني په پاړسي ژبه د اشعارو بشپړ دېوان هم لري، چې په کابل کې چاپ شوی دی.
د مستغني د پښتو شعر نمونې:
د وطن مینه
خپل ځانونه به قربان کړو تر دیار خپل
هر دیار دیار کوڅه بولي د یار خپل
چې د خپل دین و دولت په لار مړ نه شي
څه ژوندون دی هغه بولو ننګ و عار خپل
هر میدان چې د خپل ځان په وینو رنګ کړو
په قانون یې د نظام بولو ګلزار خپل
سپاهي ده د خپل سر بها خوړلې
د موږ سر او مال قربان دی تر سرکار خپل
نصیحت موږ ته په کار نه دی ناصحه !
ته په کار خپل دانا تر یې موږ په کار خپل
مستغني به ځان قربان تر خپل ملت کا
موافق به د ګفتار کاندې کردار خپل
-------------
همت
رعیت که رعایت کا نن یې وار دی
که څوک ننګ او که غیرت کا نن یې وار دی
نن یې وار دی چې پښتون ټول متفق شي
نن یې وار دی که همت کا نن یې وار دی
د دولت او د ملت څه امتیاز دی
که دولت کا که ملت کا نن یې وار دی
هیڅ به نه شي بې محنته مشقته
که محنت که مشقت کا نن یې وار دی
بیا له لاسه به وتلی دا فرصت وي
څوک پیدا به دا فرصت کا نن یې وار دی
بیا به نه ويني په خوب کې دا دولت څوک
که دیدن څوک د دولت کا نن یې وار دی
که مثال ژرنده د پلار ده هم په وار ده
مستغني که نصیحت کا نن یې وار دی
---------
دا اخبار رنګین ګلزار دی اخبار نه دی
چې هزار یې زه یم ولې ګلزار نه دی
علم زده کړه ګوره جهل په کار نه دی
که دې پلار دی چې جاهل دی په لار نه دی
که بې علمه خبردار دی بې خبر دی
که هوښیار د زمانې دی هوښیار نه دی
که څوک سود غواړي د علم سودا ښه ده
په ګرمۍ ددې بازار بل بازار نه دی
که سودا کړي دوکاندار د علم ګوره
با انصافه تر ده بل دوکاندار نه دی
خوار هغه شي چې د علمه نه غافل شي
چې د علم دولت مومي بیا خوار نه دی
کافران ګوره په علم جهانګیر شول
ما و تا لره دا ننګ او دا عار نه دی؟
مړه ویده دواړه یو رنګ دي په غفلت کې
مړیې بوله هر سړی چې بیدار نه دی
د غفلت پورته خونخواره بلا نه شته
که لېوه څوک خونخوار بولي خونخوار نه دی
موافق د زمانې سره رفتار کړه
مخالف د زمانې ښه رفتار نه دی
زمانه وي کله ګرمه کله سرده
تل ترتله په چمن کې بهار نه دی
که فلک د غیر په کام شه غمګین مه شه
په دې ژرنده همېشه د چا وار نه دی
زړه مې نه درومي د ترکو له وصاله
څو چیچلی یې د زلفو په مار نه دی
مستغني زه دې میین په خپل ګفتار کړم
ستا په شان ګفتار د هیچا ګفتار نه دی
فارسي شعر مې مشهور دی په جهان کې
په پښتو ژبه مې شعر د شمار نه دی
(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۲۲۷مخ)
(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۲۲۳-۱۲۲۷مخونه،/ افغانستان اریانا دایرة المعارف/ دپښتو ادبیاتو تاریخ روهي)
------------------
عبدالهادي داوي
عبدالهادي داوي د عبدالاحد خان زوی په ۱۸۹۵-۱۱-۲ع = ۱۲۷۴-۸-۱۱ل نېټه د کابل په باغ علي مردان کې زيږېدلی. زده کړې یې په حبیبیه ښوونځي( حبیبیه لېسه ) کې وکړې. د ښوونځي دوه ښوونکو مولوي عبدالرب او مولوي محمد سرور واصف دده روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوله. قاري عبدالله او ندیم یې د پاړسي ژبې استادان وو، چې په ښاغلي داوي کې یې ادبي ذوق وپارواه. له مولوي محمدظفر او مولوي محمدحسېن خان نه یې اوردو ژبه زده کړه. دا دواړه هندي مسلمان مهاجر ښوونکي وو.
داوي لا خپل تحصیل پای ته نه وو رسولی، چې د مشروطیت او امیر حبیب الله خان ترمنځ ټکر پېښ شو؛ له دې امله چې د مشروطیت زیاتره غړي د حبیبیې ښوونځي استادان وو، دی هم په کې راښکېل شو، خو ده بیا هم خپل تحصیل ته دوام ورکړ.
داوي تر تحصیل وروسته د محمود طرزي په غوښتنه په ۱۹۱۱ع=۱۲۹۰ل کال په سراج الاخبار افغانیه کې محرر وټاکل شو. ده چې له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو سره مینه لرله، په سراج الاخبار کې لا ډېر وغوړېد. په دې وخت کې یې د کابل د حربي ښوونځي له مدیر علي افندي څخه تورکي ژبه هم زده کړه. دا وخت یې له تورکي او هندي منابعو نه ژباړې هم پيل کړې او لا ډېر پرمختګ ته یې مخه شوه. د محمود طرزي په مرسته له عربي ژبې سره هم اشنا شو او ورسره یې په شاعرۍ هم پيل وکړ.
په ۱۹۱۷ع=۱۲۹۶ل کال د امیر حبیب الله د زوکړې دجشن په شپه د کابل په شوربازار کې کوم چا په امیر ډزې وکړې، عبدالهادي داوي د متهمینو په ډله کې اووه میاشتې په شاهي ارګ کې بندي شو. دی لا په زندان کې و، چې د لغمان په کله ګوش کې امیر د سیاحت په خېمه کې د خپل ساتونکي یا خدمتګار له خوا په ډزو ووژل شو.
کله چې امیرامان الله خان د سلطنت اعلان وکړ، عبدالهادي داوي له بند نه خوشې شو او د «امان افغان» اخبار چلوونکی وټاکل شو. له دې وروسته په اماني دوره کې ده ته مهمې دندې وسپارل شوې. په ۱۹۲۱ع=۱۳۰۰ل کال د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې چې هغه وخت د «نظارت امور خارجه» په نامه یادېده، د هند او اروپا د څانګې مدیر شو. دا وخت د خپلواکۍ جګړه چې تازه پای ته رسېدلې وه، انګرېزان اړ شول، چې دا خپلواکي په رسمیت وپېژني. د افغانستان حکومت د بهرنیو چارو د وزیر محمود طرزي په مشرۍ یو هیات د راولپنډۍ منصوري سیمې ته ولېږه چې په دې اړه خبرې او تړون وکړي، داوي هم ددغه هیات غړی و. جرګه تر څلورو میاشتو خبرو اترو وروسته بېرته کابل ته راغله او داوي د بهرنیوچارو وزارت دویم مستشار وټاکل شو. لومړی مستشار سرادر عبدالرحمان خان د سردار عبدالوهاب خان زوی و.
په ۱۹۲۳ع = ۱۳۰۲ل کال چې له شوروي دولت سره د بخارا او خېوې مناسبات خراب شول، داوي د افغانستان د حکومت له خوا د بخارا د خپلواکۍ د تحقیقیه جرګې مشر او د فوق العاده سفیر په توګه بخارا ته ولېږل شو. کله چې د انګرېزانو یو هیات کابل ته راغی، داوي د تېرو خبرو اترو په هیات کې غړی و، نو امان الله خان کابل ته راوغوښت، دا خبرې نهمه میاشتې اوږدې شوې او په پای کې انګرېزانو د رسمي تړون په کولو د افغانستان په بشپړې خپلواکۍ د تایید مهر ولګاوه او په همدې ۱۹۲۳ع= ۱۳۰۲ل کال داوي په لندن کې د افغانستان دولت د وزیرمختار په توګه وټآکل شو. درې کاله وروسته یې استعفا وکړه او کابل ته ستون شو.
په۱۹۲۶ع= ۱۳۰۵ل کې د تجارت وزیر په توګه وټاکل شو. د سقاوي اړودوړ په وخت داوي بندي شو او چې ۱۷ ورځې وروسته خوشې شو، هندوستان ته لاړ.
تر سقوي اړودوړ وروسته پاچا نادرشاه کابل ته وغوښت او په برلین کې یې افغاني وزیرمختار وټاکه، درې کاله هلته و، بیا حج ته لاړ او ورپسې کابل ته ستون شو.
په ۱۹۳۲ع= ۱۳۱۱ل کال د کابل ادبي انجمن افتخاري غړی وټاکل شو.
په۱۹۳۳ع= ۱۳۱۲ل کال چې پاچا نادرشاه ووژل شو، له نورو سره دی هم په هغه پېښه کې بندي شو او دیارلس کاله وروسته په ۱۹۴۶-۱۲-۱۶ع = ۱۳۲۵ل کال د قوس په ۲۵مه ازاد شو. په۱۹۴۸ع= ۱۳۲۷ل کال د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه سرمنشي( د دفتر رییس) وټاکل شو. په۱۹۴۹ع= ۱۳۲۸ل کال په ملي شورا کې د کابل د ده سبز د خلکو وکیل شو، چې د ملي شورا د وکیلانو له خوا د همدې شورا رییس هم وټاکل شو. درې کاله د افغانستان د ملي شورا رییس و.
په۱۹۵۳ع= ۱۳۳۲ل کال مصر ته د افغانستان د لوی سفیر په حیث واستول شو او په ۱۹۵۵ع= ۱۳۳۴ل کال اندونیزیا ته د افغاني وزیرمختار په حیث تبدیل شو. دا یې وروستی ماموریت و، څلورکاله یې وکړ او بیا د ناروغۍ له امله کابل ته ستون شو او په کور کې په فرهنګي کارونو بوخت شو.
عبدالهادي داوي په ۱۹۸۲ع =۱۳۶۱ل کال په کابل کې مړ او په شهدای صالحین هدیره کې ښخ شو.
په لومړي سر کې د عبدالهادي داوي تخلص پرېشان و، چې وروسته یې په داوي بدل کړ. داوي د پښتنو یوه قبیله ده، چې شجره یې غرغښت نیکه ته رسیږي.
عبدالهادي داوي که څه هم د ژوند زیاته برخه سیاست ته وقف کړې وه، خو بیا یې هم لیکنې کړي، شعرونه یې ویلي او تالیفات هم لري، چې په دې توګه دي:
۱.زما رسول پاک: د یوې رسالې نوم دی، چې عبدالمجید قرېشي په اوردو لیکلې او داوي ژباړلې؛ په لاهور کې د افغانستان د جریدې له خوا چاپ شوې ده.
۲.تجارت ما با س.س.س: ( سم شکل یې S.S.S.R دی چې په روسي ژبه د شوروي سوسیالستي جمهوریتونو د اتحاد مخففه بڼه ده). دا رساله په پاړسي ژبه لیکل شوې ده.
۳.غیاصه په پښتو منظوم کتاب دی او د پښتو ځينې نادر لغتونه یې په کې شرح کړي دي.
۴.لالې ريخته: د ډاکټر اقبال لاهوري د اوردو اشعارو پارسي نظم دی.
۵.ګلخانه: د شعرونو مجموعه ده.
۱.نغمات: دده د اشعارو بله مجموعه ده.
۷.رجال وطن: په دې اثر کې د هېواد د ځينو نومیالیو کسانو پېژندګلوي راغلې ده.
۸.مذاکرات سرحد با انګلیس: دا کتاب په اماني دوره کې له انګرېزانو سره په راولپنډۍ کې د افغاني هیات د مذاکراتو ګزارش دی، چې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په ۲۰۱۱کال خپور کړی. دغه مرکز ددغه کتاب پښتو ژباړه هم خپره کړې ده.
عبدالهادي داوي په خپل سیاسي او فرهنګي ژوند کې د علم او فکر خاوند شخصیت و. دافغانستان د استقلال او خپلواکۍ سخت پلوي او ددې لپاره یې سیاسي او ټولنیزه مبارزه کړې ده. په سراج الاخبار او په اماني دور کې یې د مشروطیت غورځنګ د غړي او تر هغې بهر په خپلو شعرونو او لیکنو کې د خپلواکۍ، ټولنیز سمون او پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي او په روښانتیا پړاو کې د نورو ترڅنګ دده هڅې او ادبي فعالیت ډېر ارزښتمن دی.
د داوي د شعر او نثر بیلګې:
بیرندوکی زړه
د ښهرو مېرمنې زمونږ دي نازولې
په اعصابو عضلاتو هم نتلې
کار یې لږ، خوراک یې غوړ، هوايي بده
سستې پستې لویې سوي دي بېحده
د شپې څه چې دي پرتې تمامه ورځ
بالښتونه یې پاسته لکه وریځ
کوچني زړونه یې هره دقیقه ریږدي
و اولاد ته دغه بېره میراث پرېږدي
یو څرخي ماته کاوه دا حکایت
ظرافت تر لباس لاندې شکایت
د سقاو د لاسه وتښتېدو ټوله
یو مو وړه پناه «ځاځو» له پښتنو له
شل جوړې مو کجاوې وې د مېرمنو
په ښېرا وې د خپل لوڼو د زامنو
پښتنې راووتې د هر ګډل نه
یا زمرۍ وې چې راځغاستې له ځنګل نه
نه یې غم وو، د بوټو او نه د کوښو
د هوسۍ په شان را اوښتې تر بوښو
پنډ پوړنی یې په سر وو د شنه سان
بې له ستورو ښایسته و تر اسمان
کجاوې یې کړې راکښته د اوښانو
زړه یې خوښ کړ په ښه رنګ د ماشومانو
اوس لا هم زما د مېرمنو غاړې زانګي
دي پرتې په کجاوو کې ښانګې ښانګې
پښتنه ماته نزدې سوه وې موسل
په قرار قرار اواز یې وویل:
«دا خېشنې پېشنې مو څنګه دي بار کړي
اومې غوښې مو له کومه دي راوړي»
صحرايي پښتنې نه دي بېرندوکي
نو اولاد یې نه پټيږي په کندو کې
مسلح غلیم مرۍ ونیسي کلکه
سر یې پرې کړي، لکه چرګه یا چغکه
++++
چارګل
ناوې څه ږدي په وربل باندې قطار ګل
انسان کله سي کېدای په ډېر سینګار ګل
خاموشي او اطاعت د خپل مېړه کړه
تربیت د اولاد ښه دی تر خروار ګل
سر رښته د کور هرګوره لوی هنر دی
اکتفا کړه ښایستې په دغه چار ګل
۱۳۲۲
(اوسني لیکوال، ۳۸۰-۳۸۲ مخونه اول ټوک)
++++
غزل
که یوازې زما پر کلي واړوې
د غم بار به مې له ولي واړوې
تغافل او التفات غبرګې چړې دي
چې ته سترګې نازولې واړوې
لېونی دې کړم کوڅيو خصوصا
چې تر غوږ یې نا اوډلې واړوې
واعظ هلته به دې بولو چې مستۍ څه(څخه)
دا ښېلې ښویېدلې واړوې
که دې تورې سترګې سپینې په ژړا کړې
د قسمت به کله کښلې واړوې
«داوي» پېژنو دې نسته هیڅ حاجت
چې دې ډول د غزلې واړوې
( اوسني لیکوال ۳۸۳مخ)
د نثر بیلګه:
کاراو مزد
(له ځانه سره): زما د مطالعې لوستل او لیکلو اصلي وخت شپه ده، د روځې خو تګ راتګ لیدل کتل د خلکو د خپلو او نا خپلو جاري وي، مګر دا خو (اشاره د برق و څراغ ته په چت کې) یوه خیاطه ده، هیڅ رڼا نه لري، برايي هم دغسې، وړمه شپه هم دغسې، څه به کوم؟
یو فکر راغی: د «نوي تاشکند» په «ریګینه» هوټل کې د نهمې حجرې څخه راووتم، یخ و، بېرته ننوتم، کوټ مې واغوست، بېرته راووتم، دا ۱۲۹۹ شمسي کال دی. زه خبر وم چې «تواریش څوګرمان» په دغه هوټل کې چې زه اوسم او د تاشکند د خارجیه کمیساریت یو غړی دی(هم اوسیږي)، د افغانستان کارونه هم په ده پورې تعلق لري. سره پېژنو هم، زه کله دده بازدید ( یعنې د ملاقات په مقابل کې ملاقات) ته نه یم تللی. دا ښه موقع ده. هم به دده ملاقات وسي، هم به ضمنا خواهش وکړم چې زما د حجرې څراغ راروښانه کي، چې زما اوقات ضایع نه شي. زه یو فوق العاده سفیر یم، زما دپاره به دی یو څه وکي.
په تنګ او تیاره دهلېز کې د هوټل، په ډېر متانت قدمونه اخلم د « ویرا نیکلاویچ» حجره چې زما د روسي ژبې معلمه ده، بنده وه. زه تېر سوم د هوټل خادمان او خادمات په احترام سره سر راته ښوروي، زه هم د مهربانانه تبسمو سره ددوی جوابونه ورکوم. د «ګوسیددین څو ګرمان» حجرې ته ودرېدم او ومې ټکوله. له دننه څخه یو خفیف «پږالسته» یعنې مهرباني وکړئ راننوزئ، واورېده سوه، ما دروازه خلاصه کړه.
په اتاق کې هیڅوک نه شته، یو خورا لوی مېز پروت دی، چې پوښ نه لري، خیرن او پنډو او پرپښو باندې یې څه بلو بلیک رنګ هم توی شوی دی. پر دې مېز بل لوی مېز ايښی شوی دی، مګر نه دونه لوی لکه لاندنی مېز، پر دې مېز هم پوښ نه شته، مګر سربېره پر دې مېز یې بل معمولي مېز او یوه چوکۍ ايښې ده.
رشتیا... دادی... ګوسپودین څوګرمان دلته پردې چوکۍ ناست دی، د سقف سره نزدې ډېرې ورقې هم پر مېزو ورته پرتې دي، ده څه لیکل نو اوس زما د روغبړ دپاره یې قلم کښېښود او په تبسم سره یې وويل چې:
-ایکلانس صحت و سلامت څنګه دی؟ معافي غواړم چابک نه سم کښته کېدای.
-ستړی مه سې ګوسپودین څوګرمانه ! شکر چې جوړ یې، زه راغلی وم چې ستاسې څخه... ستاسې بازدید وکړم، خو عفوه غواړم، چې تاسې مصروفه یاست، حاجت د کښته کېدو هم نه سته. رشتیا چې ډېر زحمت درپېښيږي، ستا عافیت مطلوب دی، زه مقصد ته ورسېدم. خدای په امان. ( د خوشالۍ څخه په ویړه خوله: « ډېر شکران دی، ډېر غټ شکران، عفوایکسلانس.
زه راووتم، مقصد چې مې خولې ته راغلی او ما بېرته تر ستوني لکه ترخه دوا تېر کړی وو. یعنې د برق مسله حل سوله، ولې چې څوګرمان صاحب د لاسه که کېدای دا د مداریانو او سرکس چیانو چم غوندې به یې نه کاوه، پورته د سقفه سره به نه کښېنوست، زه هم دغسې یوه چاره لټوم، نا چاره یم.
دا « تواریش څوګرمان» یو ۲۷ کلن خورا ډنګر ځوان دی، رنګ یې لکه د ناجوړانو تک ژیړ دی، د ساخت کورتۍ او پتلون یې اغوستی دی، ډنګر او ژیړ ددې جهته دی، چې په دې وخت کې روسیه څه نه لري، اروپايي دولتو روسیه محاصره کړې ده، کورني جنګونه هرچېرته روان دي، د «نیکین » او «کالچاک» دوه زاړه روسي جرنیلانو خلق تنګ کړي دي، یوازې «څوګرمان» نه بلکې ټوله خلک وږي دي، په اوړو کې حتی د لرګیو بوره ګډوي او خوري یې، چې نوم یې «چورنې خلیب» یعنې توره ډوډۍ ده. د چایو پرځای د سېب پوستکي ایشوي او ترخې یې خوري، ولې چې د قند او یا ګوړې نښه هم د چا سره نه سته. د ټوکرانو په عوض څرمینه ساخت اغوندي. له مزد وروسته نه انجنیر، نه د برق کارخانه سمه چلېدای سي، نه نورې فابریکې، سکه او پیسه داسې لوېدلې ده، چې افغانۍ سل روپۍ د دوه لکو روبلو معادل دي.
مګر په دغو بې حده مشکلاتو کې دوی سخت فعالیت لري، شپه او ورځ نه پېژني، د خوراک او خوب په عوض کې هم کار کوي. په «کرشک» کې چې اوله پلا پر سرحدو ورسېدو، زما د سفارت یو غړی د یوه روسي څخه پوښتنه وکړه چې د ښه استقبال څخه ډېر شکران، مګر ته باید اول نايي ته تللی وای، چې سر او ږیره یې درسمه کړې وای، هغه ځواب ورکړ چې: « که ما وخت درلودای تر نايي پخوا به بسترې ته تللی وای او خوب به مې کړی وای».
اته کاله پس زه بیا د تجارتي معاهدې دپاره مسکو ته ځم، زموږ استقبال ته یو ټولی خلق راغلي دي، په دوی کې ګوسپودین ګرمان هم سته. اما چاغ، سورو سپين مخ، منظم ږمنځ کړی سر، خورا وتلې ګېډه، د اعلی کشمیرې یوه ښایسته دریشي یې کړې ده، عطر داره سګرېټ څکوي.
یوازې « څوګرمان» نه دی موړ او چاغ، ټوله اتحاد جماهیر اشتراکي شوروي اوس موړ او چاغ او خوشاله دی، هغه سختۍ او کاختۍ چې د ریل ( پرداګزال) ایستګاه باندې وږو، لوڅو، ژیړو، زهیرو روسیانو زموږ اجانبو څخه سحر « قند اوګوړې» خواست کاوه، له منځه ایستلې سوې ده او داسې ایستل سوې ده، ته چې وا هیڅکله موجوده سوې نه وه، بلکې اوس بېرته د شان او شوکت متمولانه اداب او نزاکت، راحت و عظمت خواته میلان پیدا سوی دی.
ما د مسترڅوګرمان و نس ته اشاره وکړه چې،
- شکر شکر اوس صحت ښه سوی دی.
-مسېده. هغه کار، دا مزد !
نا برده رنج ګنج میسر نمی شود
مزد آن ګرفت جان بردار که کار کرد
(اوسني لیکوال، ۱ټ، ۳۷۷مخ)
(یادونه: اوسني لیکوال( بېنوا) د داوي د زوکړې نېټه د ۱۳۱۳ق کال د جمادی الاولی میاشتې ۱۴ مه ښوولې، چې ورسره یې په لمریز کال ۱۲۷۲ محاسبه کړې. د پښتو ادب تاریخ(روهي) هم دا نېټه ۱۲۷۲ل لیکلې، چې غالبا د اوسني لیکوال د متن له مخې به وي، هغه وخت قمري کال دود و او لمریز ته ډېر پام نه کېده، نود داوي د زوکړې نېټه په قمري کال سمه ده، خو ۱۳۱۳ ق کال ۱۲۷۲ل نه بلکې ۱۲۷۴ل کیږي، چې ما یې د لمریز ترڅنګ دعیسوي کال میاشت او ورځ هم راوکښل.)
------------
مولوي عبدالواسع اخونزاده
عبدالواسع اخونزاده د مولوي عبدالروف خاکي زوی په خټه کاکړپه ۱۸۵۸ع= ۱۲۳۷ل کال شاوخوا په کندهار ښار کې زیږېدلی دی. په فقه، حدیثو، تفسیر، منطق او عربي ادب کې نامتو عالم و. په عربي، دري او پښتو یې شعر وایه.
د۱۹۲۱-۳-۹ع = ۱۲۹۹ل کال د حوت په ۱۸مه کابل ته راغی او د قضاتو د ښوونځي مشر وټاکل شو. بیا د حکامو د مکتب غړی او ورپسې د قوانینو د مجلس غړی شو. بیا د دولت د شورا غړی شو او بیا د عدلیه د تمیز د جرګې غړی، د معارف د انجمن غړی او بیا د پښتو مرکې لومړنی مشر وټاکل شو. له دې سره د عدلیه تمیز دویم رییس او له دې ټولو دندو سره د پاچا امان الله خان امام او استاد هم و. په۱۹۲۴ع= ۱۳۰۳ل کال د افغانستان د لویې جرګې غړی و.
په۱۹۲۴ع= ۱۳۰۳ل کال یې د پل خشتي په لوی جومات کې د جمعې په ورځ انتقادي خطبه ویلې وه، چې له دې امله د حکومت له خوا د اسد میاشتې په دېرشمه بندي شو تر ۱۳ میاشتو بند وروسته بېرته راخوشې شو.
د سقوي اړودوړ په وخت یې په کندهار کې د دغه اړودوړ پرضد فتوا ورکړه او د امیرامان الله خان رژيم یې قانوني حکومت وباله. همدا و چې کله دا رژيم واکمن شو، د سقاو(حبیب الله کلکاني) له خوا په کابل کې ووژل شو.
مولوي عبدالواسع لومړنی دیني عالم و، چې په اماني دوره کې یې د افغانستان لپاره د اسلامي شریعت د لارښوونو مطابق قوانین جوړ کړل. یو کتاب یې په دري ژبه د «تمسک القضاة الامانیه» په نامه په دوه ټوکو کې ولیکه، لومړی یې د حقوقو او دویم یې د جزا په اړه بحث لري. په دې کتاب پخپله امان الله خان سریزه لیکلې ده. داکتاب په ۱۹۲۱ع کال چاپ شوی دی.
دده بل کتاب« حکمت اسلامي» نومیږي چې په۱۹۱۶ع= ۱۲۹۵ل کال لیکل شوی، خو چاپ شوی نه دی.
درېیم اثر یې د بقرې سورت تفسیر دی، چې په پښتو او دري لیکل شوی. دا هم ناچاپ دی.
څلورم یې «کلیات و اصطلاحات فقهیه» دی، چې د مرافعه محاکمو د قضاتو د نصاب لپاره یې په عربي ژبه لیکلی او په۱۹۲۱ع= ۱۳۰۰ل کال په کابل کې چاپ شوی دی.
پنځم اثر یې د «شناخت خدا» په نامه په دري ژبه یوه وړه رساله ده، چې په ۲۹ مخونو کې د داخله وزارت له خوا د دولت د مامورینو د تنویر لپاره لیکل شوې او په جیبي قطع په ۱۹۲۱ع= ۱۳۰۰ل کال په کابل کې چاپ شوې ده.
شپږم کتاب یې د قرانکریم د لومړۍ سېپارې تفسیر دی چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوی، انګلیسي ژباړه یې میاعبدالوهاب کاموي کړې ده.
مولوي صیب د پښتو مرکې لومړنی مشر و، چې دده تر ارادې لاندې دې مرکې ته طرزالعمل ولیکل شو او هم یې د مرکې د کتابونو او خپرونو چارې تر نظر لاندې ترسره کېدې، ښايي دا وخت به یې نور څه هم لیکلي وي، خو سند یې نه شته.
مولوی عبدالواسع کندهاری د پښتو شاعر هم و، د شعر مستقل اثر یې خپور شوی نه دی، خو د هغه وخت په خپرونو کې یې ځينې شعرونه خپاره شوي دي.
دده یو شعر به د نمونې لپاره ولیکو:
ځانځاني مو جوړه کړې هر سړي ده
زه د ځان ته یې د ځان دا مو مردي ده
سرچشمه د سعادت تعاون پاته
زه وتاته وایم چپ او ته و ماته
په سکوت سکوت کې دین دنیا خطا سوه
نه حرفه نه مو صنعت نه مو عطا سوه
و اخوند صاحب ته مه وایه چې بد کړي
فلان خان ته به په څو وایي چې رد کړي
نوی ځوان کله طاقت لري د پند
زوړ بوډا خوارکی څه کوې بې خوند
ادې ګانې دي حقدارې پر موږ ټولو
که څه بد کوي، موږ ټوله یې ښه بولو
زورور ته لا هم څوک رښتیا وینا کي؟
لېونی به مګر ځان په مبتلا کي
پيران جارسم که څه فسق کړي که الحاد
زه به سر پر خوځوم غواړم ترې مراد
صم بکم عمی هم لایهتدون
وږی تږی خوارو زار مغلوب زبون
حسن او قبح له ما ورک سو لېونی یم
زیان او ګټه راته یو سوه بهولی یم
تعاون له قبیلې له قومه ورک سو
لویې ږیرې مګر کار مو د هلک سو
زه په خپله د غفلت په خوب ویده یم
د نخوت شراب مې څښلي سرګنده یم
هیڅوک نه شته چې ارام ارام مې ویښ کي
په تندي مې یا پټۍ د علاج سرېښ کي
اقربا او اعزه او ټول جهان
زما خوب بولي سراسر ګټه د ځان
وجدان نه سته چې معلوم کړي چې زه څوک یم
د کوم ساز د ترانې دپاره کوک یم
زما غفلت تعطیل نخوت که څه یو ان دی
د عالم عالم مادي معنوي زیان دی
ستا دې زهر سي خواړه ای زما قریبه
چې په ځان دي یو عالم کې بې نصیبه
زه ویده یم تر پرما لولووې وایې
زه سرسامه مرم ته مې په صحت ستایې
لوی دښمن زما د ځان ته یې ای یاره
په چم چم دې کړم هلک زما دلداره
که زه ویښ سوم په والله مې دی قسم
چې په اور کې دې په پښو کې نه کم سم
( په دوو وروستیو پېړیو کې پښتو چاپي اثار، ۵ مخ/ د پښتو ادبیاتو تاریخ، ۸۰ مخ)
----------
ملا عبدالباقي کاکړ
عبدالباقي کاکړ په ۱۸۵۳ع=۱۲۳۲ل کال زوکړی او په ۱۹۲۵ع=۱۳۰۴ل کال مړ دی. دی په کندهار کې زیږېدلی دی. ده په پښتو ژبه یوه اوږده مثنوي لیکلې چې «تهذیب الواجبات فی التخریب العادات» نومیږي. دا کتاب د تبیین الواجبات په نامه هم یادیږي. شپږ زره بیتونه لري، د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې یې لیکل پيل شوي او د امیرحبیب الله خان د پاچاهۍ په وخت پای ته رسېدلی دی.
دغه مثنوي کې یوځای راغلي:
د ضیا په نور روښان سوم مقتبس سوم له سراجه
را اخیستی مې قلم دی بېلوم دین له رواجه
دا کتاب په نا وېشلي هند کې چاپ شوی و، د شلمې عیسوي پېړۍ په اتمه لسیزه کې تاجرانو یو ځل بیا چاپ کړ، چې د پوهاند رشاد سریزه هم په کې راغلې ده.
د شعر بیلګه یې:
را اخیستی مې شهباز دی، د خپل عشق رباب وهمه
نغاره د اسلام کوک شوه دواړه بېرته تاوومه
د ساقي شراب له عشقه عالم ټول وینم ګلرنګه
خوشالي پر حال د هغو چې یې زړه پاک شو له زنګه
څه نغمې څه ترانې دي، قسم قسم اوازونه
قومریان په ښاخو ناست دي، مطرب نوي کړي سازونه
هم په جوش پياله په دور، قلقل شو د صراحي
مستانه په رقص راغله درب و دروب د پایکوبي
چې د هوش پیاله یې نوش کړه څه چې دلته نندارې دي
نمونه له اخرته تماشې ټولې هورې دي
دلته محض عکس و ظل دی، حقایق واړه هورې دي
چا چې شا کړه دې نشې ته ژر به وکړي نندارې
سربالا کړه له څانګونو وګوره پورته و اسمان ته
شوه خېمه د مسافرو نظر وکړه تېر جهان ته
(دپښتو ادبیاتو تاریخ، روهي، ۸۱ مخ/ اریانا دایرة المعارف پښتو، ۶ ټ، ۵۵۲۹ مخ)
------------
لاندې څو تنه پېژنو، چې د پښتو ژبې شاعري یې ترلاسه شوې نه ده، خو په «مرکه د پښتو» کې یې د قاموسونو په تالیفاتو کې برخه اخیستې او ښايي چې منثور یا منظوم اثار به هم ولري، خو موږ یې په اړه نه پوهیږو. دا روښانفکره دیني عالمان او د پښتو ژبې ړومبني لیکونکي هم په روښانتیا پړاو کې د مطالعې وړ دي.
عبدالرحمان لودین کندهاری
عبدالرحمان لودین کندهاری د کاکا سید احمدخان لودین زوی و. لومړنۍ زده کړې یې په حبیبیه ښوونځي کې تر رشدیه درجې پورې ورکړې او په عربي، اردو، تورکي او انګلیسي ژبو کې یې مطالعه درلوده. په پښتو او دري ژبو کې لیکوال او په دري کې شاعر هم و.
لومړی یې د محمود طرزي په سراج الاخبار افغانیه چلوونه کې فعاله برخه لرله، خو په۱۹۱۸ع= ۱۲۹۷ل کال چې د امیرحبیب الله خان د زیږېدنې د جشن په شپه په شوربازار کې د قاضي کوڅې ته نژدې د تمانچې ډز وشو، په دې تور په ارګ کې کوټه قولفي شو؛ د امیر تر وژلې وروسته په اماني دور کې د «امان افغان» اخبار په اداره کې مقرر شو او بیا له محمد ولي خان سره د هغه جرګې غړی و، چې د افغانستان له خوا شوروي ته تللې وه.
چې راستون شو، په ۱۹۲۳= ۱۳۰۲ میزان میاشت کې مولوي عبدالواسع د مرکې لومړنی مشر د محاکمو رییس شو، دی د مرکې دویم مشر وټاکل شو.
ده هغه وخت پښتو ژبې ته ډېر خدمت وکړ، مرکې دوه پښتو په دري او دري په پښتو قاموسونه ولیکل چې ډېره برخه کار په کې د همدې لودین و. ده د خپل ژوند خاطرې او د ادبي او سیاسي نومیالیو یوه تذکره هم راټوله کړې او په پښتو ژبه لیکلې وه، خو په سقوي اړودوړ کې دا اثار ورک شول.
د پښتو مرکې تر ریاست وروسته د امان الله خان د دفتر سرمنشي و، خو ژر یې استعفا وکړه او کندهار ته لاړ. په کور کې په ادبي چارو بوخت شو، په۱۹۲۵= ۱۳۰۴ل کال چې امان الله خان په کندهار کې ښاروالي تاسیس کړه، عبدالرحمان خان لودین یې د هغه ځای لومړنی ښاروال وټاکه، چې د ښه خدمت له امله د ستوري دویمه درجه نښان ورکړل شو.
بیا په۱۹۲۷ع= ۱۳۰۶ل کې د کابل د ګمرک رییس شو، هلته هم د ښه خدمت له امله د ستوري لومړی درجه نښان او دوولس زره افغانۍ انعام ورکړل شو.
په سقاوي دوره کې د ارګ په زندان کې بندي و، د محمد نادرخان په دوره کې راخوشې او د کابل ښاروال وټاکل شو، خو د سیاسي اشتباهاتو قرباني شو، چې د هغه وخت د حکومت له خوا ووژل شو.
دده د نثر او نظم نمونې مو ترلاسه نه کړای شوې.
(پښتو چاپي اثار ۷ مخ)
لالا محمد زمان خان طرزي
محمد زمان خان طرزي په «خازن الکتب» هم مشهور و. د غلام محمد طرزي زوی او د محمود طرزي ورور و. د پښتو مرکې په خپرونو کې د مرکې لومړی غړی بلل شوی. «یوازینۍ پښتو» دویمه برخه همده لیکلي وه.
لالا محمد زمان خان په ۱۸۵۳ع=۱۲۳۲ل کال زیږېدلی او مور یې د سردار مهردل خان کندهاري لور وه. ده د وخت دودیزې زده کړې په کندهار او کوټه کې کړې وې، یو استاد یې ملا اکرام اخونزاده نومېده. په مستظرفه فنونو خصوصا په خطاطۍ کې یې لوی لاس درلود او نستعلیق خط یې ښکلی و. دده د خطاطۍ یوه نمونه د خپل پلار غلام محمد طرزي شعري دېوان دی چې ۷۰۸ مخه یې لیکلی دی. دا کتاب د علامه محمود طرزي له سریزې سره د سردار محمد انور خان په زیار د کراچۍ په فیض محمدي مطبعه کې چاپ شوی دی. په پای کې لالا محمد زمان خان لیکلي دي: « تمت تمام شد بعون الملک المنان دیوان بلاغت و فصاحت عنوان جناب قبله ګاهی ام طرزی صاحب افغان، دام الله برکاته در کراچۍ بندر سند یوم چهارشنبه بیست هفتم محرم الحرام سنه ۱۳۱۱ در مطبع فیض محمدي بسعی و اهتمام برادرم محمد انور خان بدست خط محمد زمان نوشته حله طبع پوشید». ۱۳۱۱ق له عیسوي او لمریز کلونو سره داسې برابریږي: ۱۸۹۳ع=۱۲۷۲ل.
د لالا محمد زمان خان زوی حبیب الله طرزي په یو یادښت کې لیکلي: دده پلار به په شپېته کلنۍ کې په یوه دانه نرۍ وریجې باندې بسم الله الرحمن رحیم له اخلاص بشپړ صورت سره لیکه.
لالا محمد زمان خان د امیر حبیب الله خان ډېر نژدې ملګری و او دا چې ډېر پرې ګران و، نو لالا یعنې ورور یې باله چې له همدې امله په لالا مشهور شو.
هغه وخت چې دده ورور سردارګل محمدخان د کابل د ماشین خانې د مطبعې مهتمم مړ شو، نو یې اهتمام ده ته ورسپارل شو او ده د حلمي افندي په ملګرتیا په افغانستان کې د لیتو ګرافۍ مطبعه بشپړه کړه او بیا په ارګ کې د امیرحبیب الله خان د شخصي کتابتون ناظم مقرر او د خازن الکتب په عنوان یاد شو، په عین حال کې یې د امیر شخصي او خصوصي یادښتونه هم لیکل او بیا چې د امیر عبدالرحمان خان د مقبرې په ودانۍ کې لومړی دولتي کتابتون جوړ شو، دی یې مدیر وټاکل شو.
لالا محمد زمان خان مستقل اثار هم لرل، چې څېړونکو یې دا دوه ښوولي :
د علامه شبلي د «الفاروق» کتاب ژباړه په دوه ټوکو کې، لومړی ټوک یې چا نه دی لیدلی، خو دویم ټوک یې د پوهاند رشاد په کتابتون کې و. ددې کتاب بله ژباړه د امیر حبیب الله خان د یوې ماندینې محبوبه سلطان او مولوي نجف علي خان په نامه هم په کابل کې چاپ شوې ده.
دلالا بل اثر د ګوستاولبون د تمدن عرب ترجمه ده. دا کتاب هم لیدل شوی نه دی، خو اوردو ترجمه یې له فرانسوي نه سیدعلي بګرامي د رایل ایشیاټک سوسایټۍ غړي کړې ده او په ۱۸۹۸ع کال د اګرې په عامه مطبعه کې د محمد قادر علي خان صوفي په اهتمام چاپ شوې ده.
لالا محمد زمان خان د پښتو مرکې د غړي په توګه د مرکې په لیکلو قاموسونو او د مرکې په نورو عامه خپرونو کې چې زیاتره د وخت په جریدو کې خپرېدې برخه اخیستې ده.
لالا محمد زمان خان په ۱۳۰۸ل کال په کابل کې د وبا په ناروغۍ مړ دی.
(پښتو چاپي اثار د ع. بېنوا مقاله، ۱۲ مخ)
------------
ملا محمد عرض بیګي افغان نویس
د پښتو مرکې غړی و په خټه ساپی و، په ۱۸۱۴ع=۱۱۹۳ل په شاوخوا د لغمان د احمدزیو په کلي کې زوکړی دی او په ۱۹۲۶ع=۱۳۰۵ل کال په کابل کې مړ دی.
ده خپلې لومړنۍ زده کړې په لغمان کې کړي او بیا کابل ته راغلی و، په کابل کې د نومیالي عالم مولوي عبدالروف کندهاري په شاګردانو کې شامل شو او بیا یې د امیرعبدالرحمان خان دربار ته لار ومونده او د هغه امیر د دربار عرض بیګي او د پښتو منشي وټاکل شو.
په ۱۸۸۰ع=۱۲۵۹ل کال چې د مولوي صالح محمد خان نیکه حاجي محمد اکبر هوتک جلاوطن شوی و او بیا یې په پښتو ژبه یوه منظومه عریضه کې له امیرعبدالرحمان خان عفوه غوښتې وه، امیر عبدالرحمان خان هم د هغه د عفوې فرمان په پښتو نظم ورولېږه، چې ناظم یې همدا محمد افغان نویس و.
د امیر حبیب الله خان په دربار کې هم عرض بیګي او د پښتو منشي و، چې پښتو خپرونې به دده تر نظر تېرېدلې. تر هغه وروسته د امان الله خان له خوا د پښتو مرکې غړی وټاکل شو.
ده د پښتو شعرونو یو دېوان هم درلود چې د کلام نمونه یې د کابل مجلې د ۱۳۵۵ل کال په پنځمه ګڼه کې د زلمي هېوادمل په مقاله کې راغلې ده.
(پښتو چاپي اثار، د ع بېنوا مقاله، ۱۲ مخ)
(د افغان نویس د زوکړې تاریخ لږ څه د تامل وړ ښکاري.)
------------
میاعبدالوهاب کاميي
میاعبدالوهاب کاميي یا کاموي د میا غلام حیدر زوی د افغانستان د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د اخون نعیم له کورنۍ څخه و، چې څه موده د خپل کشر ورور مولوي محمدیونس خان او خپلې کورنۍ سره په هند کې فراري و. د زیږېدو نېټه یې نه ده معلومه، خو علمي زده کړې یې په هند کې کړې وې او په انګلیسي ژبه ښه پوهېده، کله چې د امان الله خان په وخت کابل ته راغی د پښتو مرکې ترجمان وټاکل شو او هم یې د « یوازینۍ پښتو» لومړی برخه -چې د پښتو ژبې مفردات دي- ده ولیکله.
بیا په ننګرهار کې د پوهنې مدیر وټاکل شو او په ۱۹۲۴ع=۱۳۰۳ل کې له جلال اباده کامې ته په جاله کې پورېووت چې، جاله په سیند کې واوښته او دی په اوبو کې ډوب او مړ شو.
(د امان افغان جریدې د پنځم کال د ۴۱مې ګڼې په پنځم مخ کې دده په مړینه افسوس شوی دی.)
(پښتو چاپي اثار، د ع بېنوا مقاله ۱۳ مخ)
