د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۳)
ویشنه: د نومهالیو ادبیاتو تحلیلي څېړنه
لیکوال:-
راټولوونکی: دکتور محمد داود وفا
درېیمه برخه
غلام رحمان جرار
غلام رحمان جرار د مېرزاجان زوی، د احمد ګل شاعر لمسی، په خټه تره کی په ۱۹۱۲ع = ۱۲۹۱ل کال د ننګرهار د چپرهار په للمه کلي کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په کور کې کړي او د نورو زده کړو لپاره په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال پېښور ته لاړ، چې ځينې متداوله علوم یې هلته په خصوصي توګه ولوستل. بیا څه وخت وروسته د ننګرهار په نجم المدارس مدرسه کې زده کوونکی شو او تر اتم صنف پورې یې هلته زده کړه وکړه.
جرار تر دې وروسته رسمي ماموریت پيل کړ او په مزار شریف کې د وزیر محمد ګل خان مومند د تظیمه ریاست په دفتر کې مامور شو. له یوه کال وروسته کابل ته راغی او د کابل ادبي انجمن غړی شو. بیا د اقتصاد مجلې لیکونکی غړی شو، بیا د اتحاد مشرقي اخبار مرستیال وټاکل شو او تر هغه وروسته د باختر اژانس د دارالترجمې مرستیال شو. ، بیا د پښتو ټولنې غړی او د هېواد ورځپاڼې مسوول مدیر شو. درې کاله وروسته په کابل راډيو کې مدیر وټاکل شو، تقریبا ۱۳ کاله یې دا دنده وکړه. بیا یې ادبي او مطبوعاتي ساحه پرېښوه او په مالیې وزارت کې د تهیې او تدارکاتو غړی شو. تر دې وروسته د ننګرهار په کانال پروژه کې د ساختمان مدیر وټاکل شو؛ دلته له څلور کاله کار وروسته جلال اباد ښاروالۍ ته لاړ او له همدې ځایه بیا په څلورمه رتبه کې تقاعد شو. تر تقاعد وروسته یې په خپل کورو کلي او ولس کې ټولنیز خدمتونه وکړل. په ملي او مذهبي غونډو کې به یې ویناوې کولې، د اخترونو په ورځ به یې وعظ او نصیحت کاوه. په ولسي جرګو مرکو کې به کېناسته او د خپل ولس د ښېګڼو په منډو ترړو بوخت و.
بلاخره د ۱۹۹۶ع کال د سپتمبر په ۱۴مه = ۱۳۷۵ل د سنبلې ۲۴مه وفات شو او په خپله پلرنۍ هدیره کې ښخ شو.
دی د ويښ زلمیانو د غورځنګ غړی هم و او ددغه ګوند له مرامونو سره سم یې شاعري او لیکوالي هم کړې ده.
جرار تېزې خبرې کولې، تېز مزل، هر کار ته چټک لاس اچول او ژر نتیجه اخیستل یې عادت و. فی البدیهه شعرونه به یې هم ویل. دی ټوکمار او خنده رویه سړی و.
جرار په شعر سربېره نثر هم لیکه او له عربي ژبې یې هم استفاده کولی شوه.
له لیکوالو او شاعرانو سره د جرار ډېرې ټوکې مشهورې دي.
اثار
۱.د ایرو لعل، د پخوانیو ولسي شاعرانو د سندرو مجموعه( خطي)
۲.ټوله خندا، د ټوکو او لطیفو مجموعه( خطي)
۳.د ادب جام، شعري ټولګه (خطي)
۴.شپول ( خطي)
۵.کچکول (خطي)
۶.پټ پهلوان (خطي)
۷.بګتیر، په روسي ژبه د پټ پهلوان ژباړه، چاپ
۸.ملي اهنګونه، تدوین، چاپ
۹.پښتو قصې، له پوهاند رشتین سره ګډ اثر د ۱۳۳۱ل کال چاپ
۱۰.سمه لاره، شعري ټولګه، چاپ
د جرار د نظم او نثر نمونې:
ګل او اغزی
سحر ولاړ وم یو مقام کې له ګلزاره سره
چې مې په غوږ شو ګفتګوی د ګل له خاره سره
په اشارت کې د پېغور خبرې ګل کولې
کمبخته خاره ! سروکار دې دی ازاره سره
لکه د سپي د مېلمنو لمنې کلکې نیسې
ای بې غیرته دا ستا څه دي له وقاره سره
نه لرې شوق نه لرې ذوق نه محبت چا سره
تمامي عمر کې دوست نه شوې له مالیاره سره
واړه زاړه، جنکۍ، پېغلې ستا له ظلم که شور
په مقابل کې رب سزا درکړه د ناره سره
ته په نشتر د ژبې هرچاته ضرر رسوې
ځکه دې سپاري هر سړی د خدای د قاره سره
زه چې په سروشونډو وړو زړو ته خاندمه تل
مقام مې بیاموندو د جونو له رخساره سره
پټه خوله ناست یم، په ضرر د چا راضي نه یمه
ځکه د پېغلو په سینه زانګم له هاره سره
زما چې رنګ و بوی شو وقف خاصو عامو لره
مجلس مې خوښ کړ بوراګانو له مزاره سره
د قهره تاو شو اغزی دا جواب د ګل که ادا
زه مدعي یم، ته لا څه چې ستا د پلاره سره
ته تمامي عمر په خلکو رنګ و بوی خرڅوې
مناسب نه دی ګفتګوی له ریا کاره سره
په خوشامندو دې هر چاته خپله خوله نیولې
بې شجاعته ځکه خرڅ شوې له بازاره سره
خنجر په لاس د دښمنانو مقابل یمه زه
زهر د نېش مې برابر د چمچه ماره سره
ته تل زما په حمایت کې ورځې شپې تېروې
څه دې نسبت د یو محصور د لوی حصاره سره
هو، حفاظت د مملکت په شجاعت سره دی
که دې سودا وي ورشه کېنه له هوښیاره سره
ظالم بدخوا کله صرفه کوي په مونږه باندې
که وېره نه وي د بدخوا او له بدکاره سره
ګلابه، ته چې شجاعت او قاهري نه لرې
رنګ دې پنا که نه یم خوښ ستا له دیداره سره
ته د خپل ځان په حفاظت باندې قدرت نه لرې
مناسب نه دی ګفتګوی بې اعتباره سره
ډېره قهوراو چاپلوسي لکه د ګل او اغزي
ښه نه ده اوسه میانه رویه دغه لاره سره
نه د اغزي په شان تېره لکه د ګل په خندا
فکر په کار دی په هر څه کې له مقداره سره
شاعر
زه هغه ته شاعر وايم چې خبروي په دردونـو
د الفاظو پټى کيږدي د سکر وټو په داغـونـو
طبعيت مطالعه کړي چې هر باب په کې دلچسپ وي
لـــه هغه نه غنبر جوړکړي مفرح د دماغـونـو
د تاريخ له هر ورقه يو يو ټکى سـره جـم کـړي
مونږ په هغه راز خبر کړي چې مو څه کول پلرونـو
غروته وگوري له ورايه شهامت ترې اقتباس کړي
د قلم په نرۍ ستـن يې پيچکاري کاندې په زړونـو
چې نښترو ته يې گوري څنگ تر څنگ سره ولاړوي
خپل ولس باندې غږ وکړي داسې صف شئ سره ورونــو
منظرې که نندارې دي هر طرف چې نظـر وکـړې
ټول شاعر عکاسي کړي په کيمره کې د خـيـالونو
تخيل د شاعرانو د بېواکه اس په شان دی
هرې خوا چې مخه وکړي ستړى نه وي په مــــــزلونو
کله والوځي مرغه شي څوک يې نه ويني په ســترگو
د وربل په څانگو کېني دانه وخــــوري د خالونو
ځواني غواړم
هسې، اخ ... ويش!
پوه نه شوم، ورک مې کړ، وړیا لاړ...
له لاسه والوت، د ځوانۍ باز!
خوب و، که د تصور دنیا؟
لېونتوب و، که د طلسم ماڼۍ؟
ړنګه شوه، زړې کنډوالې یې هم نه شته...
مرغلره وه، ولوېده په ابرو کې ...
وژړام، که وینې تویې کړم؟ په غرو وخېژم، که ګرېوان څيرې کړم؟
خو څه فایده؟
دا لېونی یم که په سد چې تر ورخ تېرې اوبه بېرته راجارباسم؟
ای د زلمیتوب بازه!
ته په کومو سردرو ګرځې؟ د پنجرې توتي! ته په کوم بڼ کې ناست یې؟
نه دې سلام راځي، نه مې خبر اخلې؟
ها، مړ شوې، هئ ودې مرم!
ما خو په تا زمریان ماتول، د سیالۍ په فضا کې تا ګرځولم...
ویش!
د سیند بېړۍ ډوبه شوې...
ای د مخلوقاتو په ډله کې یګانه! دا څنګه لکه د خولې خبرې مثلا شا(؟) شوې چې اوس دې په راټولولو نه پوهېږم؟
که د پسرلي ګلونه د خزان په جابرانه غشو سوري شي، نو په کال کې خو یې شکېدلي پرهرونه ځای ته راځي، اما ته، هو ته، په کوم غشي سوری یې؟
نه جوړېږې، د جوړېدو وتلی یې؟
زما د سترګو رڼا د مټو زور، د تن غوښې هم په تا پسې لاړې.
هئ بې بقا، هئ، د مطلب پورې ملګریه!
نه، زه ګرم یم!
په خپله مې مټ غوڅ کړ، چې ستا په قدر پوه نه شوم،
ستا په تلو د هر چا منت بار شوم،
د لویو، وړو ټپ سوری او د خلکو خندنی شوم،
په ملا کړوپ امسا په لاس، درپسې ګرځم، اه، نه دې مومم،
په خیال کې مې ګرځې، په سترګو دې نه ګورم،
د شبقدر شپې په شوګیرو دې هم نه وینم،
سیلاني مرغۍ خو هم په کال کې یو ځل په زړو ځالو یو ځل تېرېده کوي،
خو ستا زما له زړې ځالې ولې زړه بد دی؟
خپله تللې ځواني غواړم!!
(اوسني لیکوال ۱ټ، ۲۱۱-۲۱۵ مخ/ پښتو کیپېډيا / د لیکوال یادښتونه)
-------------
عبدالحی حبیبي
عبدالحی حبیبي د عبدالحق اخونزاده زوی، د عبدالرحیم اخونزاده لمسی، د حبیب الله کندهاري کړوسی، د ملا فیض الله کاکړ کوسی او د ملا بابړ مدرس کودی دی، د ۱۹۱۰ع کال د اپرېل په ۲۸مه = ۱۲۸۹ل د ثور په ۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار په بامیزو کوڅه کې زیږېدلی، په خټه کاکړ پښتون دی.
ده لومړنۍ زده کړې د کندهار په شالیمار ښوونځي کې تر پنځم ټولګي پورې کړي او بیا په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال همهلته د لومړني ښوونځي ښوونکی شو. په ۱۹۲۸ع = ۱۳۰۷ل کال د کندهار د طلوع افغان اخبار مرستیال شو، درې کاله وروسته د طلوع افغان اخبار ټول د همده په مدیریت خپرېده. لس کاله یې دا اخبار وچلاوه. دا وخت یې د پښتو ژبې او ادب لپاره د اخبار په چلونه او نورو ادبي هڅو په کولو ډېر خدمت وکړ.
د پښتو ژبې څو قلمي اثار یې چاپ او خپاره کړل، چې په دغو کې د خوشال خټک کلیات، د عبدالقادر خان خټک او احمدشاه بابا د دېوانونو تدوین، تصحیح، مقابله او اوږدې لارښودې سریزې شاملې دي. دا وخت یې د پښتو یو وړوکی قاموس چې لس زره لغتونه یې لرل د « سپېڅلې پښتو» په نامه راټول او خپور کړ. دغه راز یې په دري ژبه د « تاریخچه پښتو» په نامه د پښتو ژبې مفصله تاریخچه او تذکره ولیکله چې په طلوع افغان اخبار کې په پرله پسې ډول خپره شوه.
هغه وخت په طلوع افغان کې دري برخه هم وه، خو په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال دده په هڅو او د حکومت په پاملرنه دا اخبار ټول په پښتو ژبه شو. دا وخت یې د پښتو ژبې لیکوال او شاعران وهڅول چې پښتو ولیکي او د پښتو ژبې د ودې نهضت پیاوړی شي.
د استاد حبیبي بل لوی زیار دا و چې د پښتو ژبې دوه لرغونې تذکرې یې وموندې، یوه د سلیمان ماکو تذکرة الاولیاِء چې یوازې اته مخه یې موندل شوي او بله پټه خزانه. دغه تذکرې یې تدوین، تصحیح او تشرېح کړې، مقدمې یې پرې ولیکلې او بیا یې چاپ کړې. په دې سره د پښتو ژبې او ادب لرغونتیا په زبات ورسېده او د پښتو ژبې د قدماوو یو مفصل تاریخ وموندل شو.
په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ ل کال کابل ته غوښتل شو او د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو، ورسره د مطبوعاتو د مستقل ریاست د مرستیال په توګه هم په دنده بوخت شو. ده په پښتو ټولنه کې د پښتانه شعرا د لړۍ بنسټ کېښود، لومړی ټوک یې په خپله ولیکه او نور ټوکونه نورو لیکوالو او څېړونکو بشپړ کړل. د پښتانه شعرا لړۍ د هغو شاعرانو معرفۍ ته ځانګړې وه چې وفات شوي وو او ژوندني فعالیتونه یې پای ته رسېدلي وو. دغې لړۍ د پښتو ژبې او ادب د لیکوالو او شاعرانو په معرفۍ کې لوی کردار ادا کړ، چې تر اوسه د څېړونکو مهمه سرچینه ده. همدارنګه دده په مشرۍ پښتو ټولنې د پښتو ګرامري څېړنو د پيل او چاپ کار هم پيل کړ. د پښتو قاموس لیکنې کار هم دده په وخت پښتو ټولنې پيل کړ.
په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال د پوهنې وزارت سلاکار وټاکل شو. په ۱۹۴۵ع=۱۳۲۴ل کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رییس وټاکل شو. په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د کندهار د پوهنې رییس او یو کال وروسته په چمن کې افغاني وکیل التجار مقرر شو. په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال د کندهار د خلکو له خوا د ملي شورا لپاره استازی وټاکل شو. لا یې د وکالت دوره پوره نه وه چې په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال پاکستان ته کډوال شو، هلته څه وخت وزګار و، بیا یې په کراچۍ کې د افغانستان په سفارت کې کار کاوه، خو د پاکستاني حکومت د تعقیب له امله د سفارت له احاطې بېرون نه پرېښودل کېده. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ ل کال د افغانستان او پاکستان سیاسي روابط قطع شول او دی هم د افغاني سفارت له نورو کارکوونکو سره بېرته کابل ته ستون شو. د پاکستان پولیسو په کراچۍ کې دده سل صندوقه کتابونه ضبط کړل، چې په کې دده، ځينې ناتمام تالیفات هم وو. په ۱۹۶۵ع = ۱۳۴۴ل کال د کابل پوهنتون رییس او وروسته د ادبیاتو پوهنځي رییس وټاکل شو. په ۱۹۷۸ع = ۱۳۵۷ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار او په ۱۹۸۰ع = ۱۳۵۹ل کال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار و.
استاد حبیبي د ۱۹۸۴ع کال د مۍ میاشتې په ۹مه د ۱۳۶۳ل کال د ثور په ۱۹مه نېټه په کابل کې وفات او په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
پوهاند عبدالحی حبیبي د افغانستان نامتو مورخ، ادیب، لیکوال، څېړونکی او د اوچتې پوهې خاوند شخصیت و. ده د افغانستان د تاریخ په باب ژورې څېړنې کړي، چې د لومړي لاس ماخذ حیثیت لري. د پښتو ژبې او ادبیاتو د تاریخ په اړه یې هم مستندې څېړنې کړي. دده ځينې کتابونه په ایران، لویدیزه نړۍ او د سیمې په هېوادونو کې هم چاپ شوي دي.
ده له انګلیسي استفاده کولی شوه، خو په دري او پښتو سربېره یې په عربي او اوردو ژبو کې هم پوهه درلوده. استاد حبیبي له کابل پوهنتون پرته، په پښتو ټولنه او په عامه توګه د ادب په هره اداره کې ګڼ مستقیم او غیر مستقیم شاګردان روزلي او د پښتو ژبې په وده کې دده هڅوونکی دریځ او خدمت لکه د لمر ځلنده دی.
استاد حبیبي په افغانستان او نړۍ کې په ګڼو علمي سیمینارونو کې ګډون کړی، مقالې یې اورولي او د افغانستان د تاریخ، فرهنګ او ژبو په باب یې مستندې څېړنې وړاندې کړي دي.
اثار
۱.لس کال د طلوع افغان اونیزې لیکل او خپرول، په پښتو او دري ژبو.
۲.درې کال د کابل مجلې خپرول، چې ګڼې لیکنې په کې دده په خپل قلم دی.
۳.پښتو او پښتونواله، ۱۳۱۷، کندهار
۴.سپېڅلې پښتو، لس زره لغتونه او د پښتو فیلالوژۍ مقدمه، ۱۳۱۸ل، کندهار
۵.پښتو خود اموز، (دوه ټوکه)، ۱۳۱۴ل، کندهار
۶.پسرلنۍ سندره، پښتو منظومه ۱۳۱۷ل، کندهار
۷.د خوشال خان خټک کلیات، تصحیح، مقابله، تحشیه او مقدمه، ۱۳۱۶ل کندهار
۸.د عبدالقارخان خټک کلیات، تحصیح، مقابله، تحشیه او مقدمه، ۱۳۱۷ل، کندهار
۹.وضع اصطلاحات پښتو، ۱۳۱۷ل، کندهار
۱۰.تاريخچه سبکهای پښتو( دري)، ۱۳۱۹ل، کابل
۱۱.تاریخچه ادبیات پښتو( دري)، ۱۳۱۱ل، کندهار
۱۲.مشاهیر ابدالیان تراحمدشاه دمخه، ۱۳۲۲ل، کابل
۱۳.ادبیات جهان (دري).
۱۴.د حمید کشمیري اکبرنامه، تصحیح، مقابله او تکمیل، ۱۳۰۹ل
۱۵.مدوجزر افغانستان، مسدس( دري)، ۱۳۰۸ل
۱۶.پيغام شهید (دري مثنوي)، ۱۳۱۴ل، کابل
۱۷.غزنه ( دري مثنوي)، ۱۳۱۴ل، کابل
۱۸.درد دل (دري مثنوي)
۱۹.پيام عصر (دري مثنوي)
۲۰.د احمدشاه بابا دېوان، تحصیح، مقابله او مقدمه، ۱۳۱۹ل، کابل
۲۱.پټه خزانه، تحصیح، مقابله او تعلیقات، ۱۳۲۲ل، کابل
۲۲.تاریخ ادبیات پښتو، لومړی ټوک تر اسلام دمخه دوره ، ۱۳۲۴ل، کابل
۲۳.تاریخ ادبیات پښتو، دویم ټوک، اسلامي دوره، ۱۳۳۸ل، کابل
۲۴.پښتانه شعرا، لومړی ټوک، ۱۳۲۰ل
۲۵.مجمع الغرایب و مزار علوی دربلخ، (دري)،
۲۶.تاریخ افغانستان درعصرتیموریان هند، (دري)
۲۷.مشرقي شاعر قندهاري، ( دري)، ۱۳۱۲ل، کابل
۲۸.جوانمردان و عیاران، ۱۳۲۱ل، کابل
۲۹.طبقات ناصري، تصحیح، مقابله، تحشیه او تعلیقات، (دوه ټوکه)، دري، لومړی ټوک، ۱۹۴۹ع د کوټې چاپ، دویم ټوک ۱۹۵۴ع د پنجاب لاهور پوهنتون چاپ.
۳۰.مورخان ګمنام افغان، دري، ۱۳۳۳ل، کابل.
۳۱.کلید شهنامه، د شاهنامې د نومونو، اشخاصو، لغتونو او بیتونو څېړنه.
۳۲.تدقیقات پښتو، د دارمستتر فرانسوي د اثر دري ژباړه د رشتیا او بېنوا په مرسته، ۱۳۲۵ل، کابل.
۳۳.لاله کهسار، د افغان نومورکو دري ژبو شاعرانو د اثارو ټولګه
۳۴.زرنج و احوال تاریخي ان، دري، ۱۳۲۳ل، کابل
۳۵.تحقیقات راجع به پټه خزانه، (دري)، ۱۳۲۴ل، کابل
۳۶.تحقیقات راجع به کتاب ترجمان البلاغه محمد بن عمر الرادویاني، (دري)، ۱۳۱۴ل، کابل
۳۷.محقق قندهاري، د مولوي حبیب الله قندهاري د احوالو شرح او اثار(دري)، ۱۳۱۴ل، کابل
۳۸.نوشته های من، په دري او پښتو ژبه د ټولنیزو، ادبي او تاریخي اثارو ټولګه، درې ټوکه،
۳۹. ملتان کا لودي شاهي خاندان، (اوردو)، ۱۹۴۹ع، لاهور
۴۰.تاریخ افغانستان از اغاز دوره اسلامي، ۱۳۴۰ل، لاهور
۴۱.تاریخ تجزیه شاهنشاهي افغان، ۲ ټوکه، (دري)
۴۲.خلیلي نامه، (دري مثنوي)، ۱۳۳۴ل، پېښور
۴۳.پښتو و لویکان غزنه، د غزني او پښتو ادبیاتو په اړه نوې څېړنه.
۴۴.طبقات الصوفیه امالي شېخ الاسلام عبدالله انصاري هروي متوفی ۴۸۱ق، تصحیح، مقابله او تعلیقات
۴۵.کتابهای ګم شده تاریخ غزنویان، ۱۳۳۸ل، کراچۍ
۴۶.تازه ی نوای معارک، مقابله، سمون او حاشیې، ۱۳۳۹ل کراچۍ
۴۷.روابط ادبي وادي سند با افغانستان، ۱۳۳۷ل، کراچۍ
۴۸.شاعر هیرمند هارون خان افغان، ۱۳۳۸ل کراچۍ
۴۹.بلاد قدیم و تاریخي خراسان- جغرافیه تاریخي
۵۰.تاریخ افغانستان بعد از اسلام، (دوه ټوکه)، ۱۳۴۶ل، کابل
۵۱.نومورکي مورخین، ۱۳۵۷ل، کابل
۵۲.د پښتو ادب په تاریخ کې قصیده، ۱۳۶۱ل کابل
۵۳.د پښتو د نوي ادب لارې، ۱۳۶۰ل، کابل
۵۴.امیرکروړ و دودمان او، ۱۳۶۰ل، کابل
۵۵.پنجاه مقاله- جغرافیای تاریخي افغانستان ۱۳۶۲ل، کابل
۵۶.تاریخ خط و نوشته های کهن افغانستان ازعصر قبل التاریخ الی اکنون، ۱۳۵۰ل، کابل
۵۷.تاریخ مختصر افغانستان( دوه ټوکه)، ۱۳۴۶ل، کابل
۵۸.افغان و افغانستان، (دري)،۱۳۷۶ل، پېښور
۵۹.د پښتو ادب لنډ تاریخ، د ادبیاتو پوهنځي درسي کتاب، ۱۳۴۳ل، کابل
۶۰.شل مقالې ( څو ټوکه)، ۱۳۸۶ل، کندهار
۶۱. زبان دوهزار ساله یا مادر زبان دري، ۱۳۴۲ل، کابل
۶۲.د افغانستان تاریخي پېښلیک، لومړی ټوک، ۱۳۵۰ل، کابل
۶۳.درد دل و پيام عصر ۱۳۷۹ل، پېښور
۶۴.تاریخ ګويي به تعمیه در اشعار قدیم دري، ۱۳۶۰ل، کابل
۶۵.جنبش مشروطیت در افغانستان، ۱۳۶۱ل کابل
۶۶.ظهیر الدین محمد بابر شاه، ۱۳۵۱ل، کابل
۶۷.پښتو څوارلس سوه کاله پخوا، ۲۰۰۵ع
۶۸.درباره ترجمه
۶۹.نګاه به سلامان و ابسال جامي و سوابق آن
۷۰.د میافقیرالله جلال ابادي پېژندلیک، ۱۳۵۹ل
۷۱.لوی احمد شاه بابا او دده ویناوې، ۱۳۱۹ل
( د استاد حبیبي نور اثار هم شته، چې دلته نه دي لیکل شوي، په وروستي سمون کې به بشپړ شي).
د نظم او نثر نمونې:
سپوږمۍ
د اسمان سپینې سپوږمیه
مخ دې روڼ تندی دې ورین دی
شاوخوا دې پلوشې ځي
په رڼا دې تور بڼ سپین دی
د ویرجنو خواله ګرې
راسه زړه مې ډېر غمګین دی
راسه زما ګرانې پی مخې
چې یو دم د زړه خواله کړو
سره کېنو لاس تر غاړه
خوا په خوا سره پاله کړو
ښکلې پېغلې مه شرمېږه
پټ دې ولې تر غره مخ کئ
ته یې زما د زړه ملګرې
تل به نورو پر موږ رخ کئ
په کوچینې هم ته زما وې
ما به تاته تل اخ اخ کئ
چې کوچنی وم ما بللې
ته« الا کوکو» سپوږمۍ
له هېواده لیرې ګرځم
زما په زړه پورې ملګرې
د وطن بل څوک خو نه سته
دلته یم یوازې لیرې
نه خواږه یاران خپلوان سته
نه د دوی خوږې خبرې
یوه ته یې زما ملګرې
راسره یې له هېواده
هم هورې یې هم دلې یې
خدای دې تل ولره ښاده
چې زه درومم، ته هم درومې
چې زه ناست یم، ناسته ته یې
چې ځغستا راسره ځغلې
چې بیده یم، ته بیده یې
وفاداره ښکلې پېغله
ته سپوږمۍ، که پښتنه یې
ستا وفا د پښتنو ده
د اسمان پېغلې نجلۍ
په خوی ښکلې پښتنه یې
دغمجن میین شهۍ
د خوشال روح ته خطاب
د پښتون بهار له تا و – ای مېړه نره سرداره
تا پښتو ده ژوندۍ کړې – له خټک تر قندهاره
پښتانه دې یادوینه – ننګیالی ښاغلی پلاره
چې پر مرګ دې هېره نه وه – د پښتو د ننګې لاره
تا ویل: پس له مرګه هلته تاسې ښخ کئ مړ خوشال
د مغولو د پښو ګرد یې چېرې نه کي بیا پایمال
نه یې مړ ته خو ژوند یې- ای ادیبه ننګیالیه
دا ښه نوم دې دایمي دی – په ابد ژوندون ژوندیه
ته زموږ ملي پېشوا یې – د پښتو پلار توریالیه
پښتونواله دې ژوندۍ کړه – د پښتون لوی بریالیه
تا و موږ ته وښوودله، د پښتو دا سمه لاره
ستا په توره به نازیږو د پښتو پښتونه پلاره
د پښتون بېړۍ چپه وه – د غزني دوران و تللی
د غوري لویي وه ورکه – د سوري قام و نتلی
د لودین جنډه نسکوره – قطب الدین په زړه داغلی
یو څو ستا د سوز نارې وې، چې پښتون یې راولاړ کئ
که نه ژر وو، چې خپل کور یې د مغل په لاس ویجاړ کئ
ستا نغمه وه څه دلسوزه – څه توده له خونده ډکه
د غوري سوري افکار وو – خپروله دې پر زمکه
د خپل دور اپلاتون وې – تا مني هر سړی ځکه
قندهار تر ننګرهاره – له مهمندو تر خټکه
پښتنو ته تا ورکړی، په ښه شان درس د حیات دی
ستا میراث و دوی ته عزم، ننګه توره او ثبات دی
زمانه ده بدله شوې – شلم قرن څه بېباک دی
د ضعیف غوښې قوي خوري – چې غښتلی دی سفاک دی
تمدن په وینو سور دی – د هغه چا چې یې واک دی
د شلمې پېړۍ دود دی – چې ضعیف باندې تاړاک دی
په دې عصر دې جنجال کې، ستا سبق موږ ته کافي دی
ستا د تورې تورې پاته، زموږ هر رنځ لره شافي دی
سر راپورته که سرداره – شلم قرن تماشې دي
شاوخوا پر ګردۍ مزکه – د ملت نېشن نارې دي
ذرې وصل دي و لمر ته – څه عجبې نندارې دي
ستا د ږغ هم کښته پورته – په دې غرو کې ږغږغې دي
ستا خو ږغ و پښتنو ته، د پښتون نجیب ملت ته
قبایل ورک کئ له منځه، ځان کړئ وصل ملیت ته
زوړ عظمت
زه له وروره سره کښېنم – لاس تر غاړه یې خواله کړم
بیا نو وړاندې و دنیا ته – د لوړتیا زړه نقشه کړم
د شېرشاه قدر شي نوی – چې رایاده بنګاله کړم
د اشیا په منځ کې بل وار – د احمد په دود ناره کړم
د غوري داستان شي نوی – د غزني دوران شي نوی
مړې ایرې مې بېرته اور شي، زما څراغ روښان شي نوی
ملي محبت
په هر لوري پښتونخوا کې – تل د وروڼو یارانه وي
یو ملي نشاط شغف وي – د سرور یو هنګامه وي
په هر ځای کې چې اوسیږي – پښتانه په یوه خوله وي
په نعمت په ښادو ښاد وي – مینه تل سره توده وي
زه جارېږمه له تانه، ته له ما سره خوږ ورور یې
پر یوه لوري مو یون دی، زه یم ستا ته زما د کور یې
د زړو اثارو یادونه
غزني بیا دارالعلوم شي – تود د علم زوړ کانون کړو
په فاضل تمدن بل وار – رښتیا خیال د اپلاتون کړو
بیا به بل یو علي پاڅي – بلخ به جګ په ښه قانون کړو
بست به بیا په علم لوړ کو – فیروز کوه به نوی روڼ کړو
د ایبک په څېر به ځونه، سر به هسک په افتخار کړو
د صالح تمدن نښې، په هرځای به جګ منار کړو
ننګیالیو پلرو ته ږغ
ابوالفتحه ! سر که پورته – میوندی ! قلم را واخله
ای محموده ! راولاړ سه – د بري علم را واخله
احمدشاه ! سترګې که روڼې – ذوالفقهار دې سم را واخله
میرویس خانه زموږ خواته – په الطاف قدم را واخله
مګر ستاسې روح په موږ کې، د ژوندون احساس پیدا کړي
بیا د علم جنډې لوړې، پښتون قام نشو نما کړي
ای شېرشاهه ! یو وار ګوره – له سهرامه و دې خواته
ای خوشحاله ! نظر وکړه – پښتون پروت دی خواو شاته
د مومندو نامورو – چې مو علم کې را زیاته
د پښتون قام مشرانو – تاسې لاړ است موږ یو پاته
نن خو ستاسې کارنامې دي، چې به زموږ د ژوند اساس وي
که مو دا لاره کړه ټينګه، نو پښتون به ضرور پاس وي
د پلار مړی د اختر خولۍ
یوه خولۍ وه، په خونه کې شاوخوا ته رغښته، دې او هغه په پښه وهله، کوږه وږه روغه شوې وه....
سره له دې چې نوې وه، بیا هم خورا خیرنه وه، ښه نه ایسیده.
ما چې دا خولۍ ولیده، ټولو په سپکه سترګه ورته کاته.
او زه به هېښ شوم، چې دا خولۍ د چا ده؟
لوړه بله خولۍ هم ځړېده، چې خورا ښه برېښدونکي وه. په ډېر درناوي پرځای پرته وه، هر چا په درنه سترګه لیدله.
له دوړو څخه په نري ټوک پټه شوې وه، تر ټوکر لاندې هم ځلیده.
دا په ورېښمو روغه وه، د اختر ورځې ته سمه پرته وه، ها بله لږ لږ په اومړو سپڼسو سره نښلولې وه.
روژه تېره شوه، د اختر په ورځ ګهیځ هغه روغه او برېښېدونکې خولۍ په خورا ښه ډېل او ډول د بډای د زوی پر سر شوه، دغه کوچنوټی چې په نورو ښو ښو ځلاندو کالیو کې ډوب و، دا کښلې خولۍ هم دده پر کوټې شوه.
بلې خوا ته مې لیده چې یو اسکیرلی او ترټلی کوچنی هلک کوم ګوټ ته ولاړ و، ساړو رېږداوه. ده د اختر په نویو کالیو کې بل هیڅ نه درلوده، ما ولیده چې هغه خرڅووړه ناوړه خولۍ دده پر کوټې وه.
راته څرګنده شوه چې هغه د پلار مړي د اختر خولۍ وه.
نو ځکه داسې په سپکه د هرچا په پښو کې رغښته او مروړله کېده....
ویش لکه چې زموږ سره زړه سوی او خواخوږی نه سته!
(اوسني لیکوال، ۱ټ، ۲۲۴-۲۴۵ مخونه/ پښتو ویکېپيډيا / د لیکوال یادښتونه)
-------------
محمد رفیق حبیبي
محمد رفیق حبیبي د زین العابدین زوی د عبدالرحیم لمسی او د علامه حبیب الله(مشهور په حبو اخونزاده) کړوسی، په خټه موسی خېل کاکړد ۱۹۰۲ع = ۱۲۸۱ل په شاوخوا په کندهار کې زیږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي توګه له خپل تره زوی مولوی عبدالواسع اونورو څخه کړي، بیا دوه کاله د کندهار په بیت الحفظ کې و.
په ۱۹۱۹ع = ۱۲۹۸ل کال په کابل دارالمعلمین کې شامل شو او تر بري لیک وروسته په کندهار کې ښوونکی او بیا سرښوونکی شو.
په ۱۹۲۶ع = ۱۳۰۵ل کال د بلخ ولایت د رشدیې سرمعلم شو او یو کال وروسته د کابل په حبیبیه ښوونځي کې د عربي صرف او نحوې ښوونکی شو.
په ۱۹۲۹ع = ۱۳۰۸ل کال تر سقوي اړودوړ وروسته د کندهارمستوفیت د تحریراتو سرکاتب شو، تر لنډې مودې وروسته یې ماموریت پرېښود او سوداګري یې پيل کړه.
په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال د کندهار په پښتون شرکت کې مامور او یو کال وروسته په کراچۍ کې د هغه شرکت نماینده شو، بیا دوه نیم کاله وروسته په همغه وظیفه بمبيۍ ته لاړ او په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال په کراچۍ کې د ملي بانک نماینده شو، په ۱۹۴۲ع = ۱۳۲۱ل کال یې همدا دنده پېښور ته بدله شوه . یو کال پس ډيلي ته د کندهار د تجارت اتاق د نماینده په حیث لاړ او په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال په پېښور کې د افغان ملي بانک نماینده شو. په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال په کابل کې لومړی تجارتي مدیر، بیا د مامورینو مدیر او په ۱۹۵۰ع = ۱۳۲۹ل کال د ملي بانک د تفتیش د دایرې لوی مدیر شو، په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال یې تقاعد واخیست او کور ناستی شو.
محمد رفیق حبیبي د پښتو لیکوال او شاعر و. لیکنې یې جدي وې او د اقتصادي او اجتماعي مسلو په باره کې یې په طلوع افغان، انیس ورځپاڼو او اقتصاد مجله کې خپرې شوې دي.
اثار
۱.هدایت الحکمه، له عربي څخه ژباړه د ۱۳۰۶ل کال چاپ
۲.تتمة البیان فی تاریخ الافغان، د علامه سیدجمال الدین افغاني عربي لیکلی کتاب دی چې ده په ۱۳۲۰ل کال په پښتو او دري ژباړلی دی.
۳.تاریخ الامم، دا کتاب لومړی په عربي لیکل شوی، بیا اوردو ته ژباړل شوی، حبیبي له اوردو متنه په ۷ ټوکونو کې ژباړلی دی.
د نظم او نثر نمونې:
ژبه
ته پوهېږې چې وحدت د ملت څه دی؟ - واقعي شان او شوکت د ملت څه دی؟
چې ملت پرې راټولیږي هغه څه دی؟ - چې یو قام په پېژاند کیږي هغه دی؟
لومړۍ ژبه ده چې قام په پېژانده شي – نور څه وروسته دي، هرګز به وړاندې نه شي
که دې ژبه ژوندۍ نه وي ته په مړو کې – شمېر یې شمار نه یې هیڅکله په ژوندو کې
که دې ژبه وه ژوندۍ سر به دې لوړ وي – او کنه تل به دې سیالو ته سر ځوړ وي
څو دې توان وي کوشش کړه په خپله ژبه – پس له هغه کړه ځان پوه په بله ژبه
زیار وباسه د پښتو اثار راغونډ کړه – د پښتو غمي له خاورو رابربنډ کړه
شعرا مو د نامه سره ټول تللي – ډېر اثار یې په غفلت تر لاس وتلي
علوم واړه په پښتو کې ترجمه کړه
د پښتو ناوې په دې ګېڼه ښایسته کړه
-------
د مېنې مینه
(مسجع نثر)
مېنه دې کور دی، خدمت یې پور دی...
تر کور چې ووځې، بیا دې وطن دی، ګران لکه تن دی...
راسئ چې په ټولو د وطن مینه کوو، لکه د تن مینه کوو،
مینه یې داده چې خدمت یې په رشتیا وسي، نه په سپما وسي.
ډېره پرمختللې دنیا زه پاته ترشا....
ښاغلی پښتون سر ږدي پر مېنه توریالی، ځکه وي تل بریالی، خدای دې نوم ورک مه کا؛ پښتونه دا صفت ستا دی، که مې رښتیا پوښتې تر دې لا بالا دی...
راسه چې ولاړ سو په خدمت د وطن، ورځ شپه یوه کو، ارام ونه کو.
لومړی د اولادو کړه روزنه، په پوهه پالنه، معارف ښوونځی پرانېستلی، په هر ښار او کلي- نو که بیا هم اولاد دې ناپوهه سي راپورته، دا ژوند نه دی ښه دادی، چې ځي ګور ته...
وروسته دا چې تجارت ته دې نظر کړه، له دنیا نه ځان خبر کړه، نن ورځ بېل اصول دي ايښي تجارت ته، له هغو نه کار اخیستل درانه نه دي متانت ته؛
که میین یې چې مړوچه، دې سي مېنه دغه لاره ده، د وطن درد دپاره دوا داده چې په کار ده.
د تجارت په کور کې پروت یو ترازو دی، ورته ناست لوړ یې بازو دی، په لومړۍ پله کې یې پروته صادره ده، په دویمه کې یې پروته وارده ده، که شوې دواړې پلې خولې په خولې بیا ښه، که صادره پله درنه شوه خورا ښه، خدای دې نه کا چې د واردې خوا کې ډېر سي، که سو نو په چاره پسې ژر درومه، غم چاپېر سي...
بله دا چې مخ راواړوه صنعت ته، ملا دې وتړه اوچته اوږه ورکه و حرفت ته، که یې وینې په همدې نیا نازیږي، همدغه دی چې یورپ او امریکا زښت په ویاړیږي.
پښتون هم ځانله صنعت درلود، هم یې حرفت درلود؛
بې قدري د خپل لباس کړو او د بل په جامه پنډ په ښکاره په کالو پټ یو په باطن واړه بربنډ...
بله دا چې یوم درواخله پر کر، ښه داده چې په ماشین کړې زمکه زېر او زبر، هم لر او هم بر، هم سمه هم غر؛ هر لور کړه کښتونه، شنه کړه لوی لوی ځنګلونه....
بوټي دې ګوره په غرو کې په دښتو، په شېلو کې؛ ټول دې اکسیر په دنیا کې، که زه ته ځان پوه کړو کیمیا کې...
اوزګړي، پسونه، ډېر تربیه کړه، وژغوني وړۍ یې د ځان په ښه کړه، قرقول روزه په څر، که بغنه دی یا دوبر...
راسه ګوره بېکاره شی مو د کار دی، خو کوم شي ته چې موږ اړیو هغه کار دی...
سرمایه واچوه په ګټه، داسې نه چې ته په پټه زه په پټه، هو، له وروره ګټه ګټه نه ده ګوره، که غیرت دې پښتني وي له دې ګټې نه ځان ژغوره...
د مېنې مینه که لرې لاره یې داده، د خولې خبرې تنها وینا ده.
ملا دې وتړه و کار ته، اوږه ونیسه وبار ته، د پښتون نوم بیا ژوندی کا، ځان تر ټولو ګړندی کا، داده د مېنې مینه، ترې قربان که خپله وینه!!
(اوسني لیکوال، ۱ټ، ۲۴۶-۲۵۰مخونه)
-------------
سید حسن خان حسن
سید حسن خان حسن د سید حسېن پاچا زوی د ننګرهار د کوزکونړ د سیدانو له کورنۍ دی؛ پلار یې په کابل او ننګرهار کې پېژندوی او په ځينو اسلامي هېوادونو کې ګرځندوی سړی و. حسن په ۱۸۹۷ع = ۱۲۷۵ل کال د لغمان په چارباغ کې زیږېدلی او په ۱۹۴۱ع = ۱۳۱۹ل کال په کابل کې مړ شوی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي توګه کړي او بیا یې د کابل عسکري ښوونځی ولوست. له مسلکي تعلمیاتو پرته یې د فقهې، تفسیر او دیني علومو زده کړه هم کړې ده. په پښتو او دري ژبو یې لیکنې کړي او د پښتو شاعر هم و.
حسن خندرویه او مجلسي سړی و، ټوکې ټکالې او ژور فلسفي بحثونه دده ځانګړنه وه. دده له قوله مشهوره ده چې ویل یې، کله چې دوستي پرېکوئ فکر وکړئ چې د دوست تاوان درته ډېر دی که ګټه، هره برخه چې زیاته وه، هماغسې کول په کار دي.
ده په دفاع وزارت کې رسمي دندې کړي او د حربي رییس په توګه ډېر وخت په دنده و.
د سقوي اړو دوړ په وخت یې په ننګرهار کې « د کور غم» په نامه یو اخبار هم چلاوه.
دده شعرونه زیاتره اصلاحي، تنقیدي او د پښتو ژبې د ودې روح او کیفیت لري، د وطنخواهۍ لوړ احساس په کې ځلیږي.
د حسن د نظم نمونې:
بې خبره
بې خبره د عالم له شر او شور یې
که زه ښې خبرې کړمه ته مې زورې
سروهلی د رنجو په طلب ګرځې
خپلو تورو غټو سترګو ته نه ګورې
تا د خپل رسا قامت قدر ونه کړ
د پردو سرو ته جګ ګورې خمسور یې
په طلب د علم ملا دې چور ماتیږي
جهالت په کار کې منډې وهې ښورې
زړه په شوق باندې بې ځایه کلام اورې
د مطلب خبرې ښکاري درته سپورې
په ظاهر لباس کې سپین سپېڅلی برېښې
زه دې وینم په باطن باندې تک تور یې
که په کف او په کالر وي علامه یې
که په علم او په هنر وي د خره ورور یې
که په خوله وې قوم پرست او وطن خواهې
په عمل باندې کم بخته د پېغور یې
د اخلاقو ضعف دا شانې رسوا کړې
اوس هم نه وینې خپل ځان په غبرګو کور یې
زه د نن ورځې شاعر نه یم پوهېږم
زما، نه رسوي غږ د غوږه پورې
دا زما نصیحت واوره سید حسنه!
راشه پرېږده دا رښتینې وینا نورې
++++
زده کړه
په نغمه لکه بلبل کړېدل زده کړه – پټه خوله وینا د ګل له ویل زده کړه
رخت په سر کړه له غونچې نه رابهر شه – په هوا لکه وږمه چلېدل زده کړه
د ازغي په څېر له ګل سره همراز شه – په زیږه صورت د ګلو ساتل زده کړه
نسترن شه په اغوش سرو ازاد کړه – په هر بوټي د ګلشن تاوېدل زده کړه
رژېدو له وېرې، نه غوړېږې ولې؟ - اندېښنه پرېږده غوټۍ توکل زده کړه
رمز د مرګ او د حیات په منځ کې زور دی – د ژوندون دود او دستورالول زده کړه
کورني مرغه په شان به څومره ژوند کړې – د شاهین په دود ازاد الوتل زده کړه
که د نورو اسایش او ارام غواړې – ګهوارې غوندې د ځان کړېدل زده کړه
د خلیل د نخلستان سرو اواز کړي – ځان قربان کړه د بسمل تپېدل زده کړه
ګړندی شه کاروان هۍ کړه منزل لنډ دی – د جرس په اواز تلل او راتلل زده کړه
راحت پرېږده زحمت واخله سید حسنه !
د وطن په دردو غم ژړېدل زده کړه
وطنه ځار وطنه
غمونه ستا مې شول په زړه باندې انبار وطنه - وطنه ځار وطنه
ستا په کړاو کې مې وجود شه، ټول بیمار وطنه – وطنه ځار وطنه
د ستا له غوسه و غم
د ستا له درو الم
لیمه مې ډک شو له غم
زړ ګی مې غوڅ شو قلم
له سترګو وینې تویوم، ژاړم کوکار وطنه – وطنه ځار وطنه
ته وې څښتن د لوی قام
ستا و عزت احترام
خلکو سبا و ماښام
کاوه به تاته سلام
نن دې اولاد دی، خواروزار په هر دیار وطنه – وطنه ځار وطنه
ستا حوایج دي بسیار
ستا ضرورت بې شمار
که ته ملا ټينګه د کار
ونه تړې یې په زیار
پاتې به نور هم بېرته شې له خپل قطار وطنه- وطنه ځار وطنه
ته وې مشرق د سر تاج
اخیست دې باج و خراج
نن ضرورت احتیاج
درنه خراب که رواج
د پښو شوې لاندې د ایشیا د سر دستار وطنه – وطنه ځار وطنه
سترګې دې پورته که جان
وګوره حال د زمان
واړه مخلوق د جهان
مشغول په علم و عرفان
زامن د ستا اخته په چرس و په قمار وطنه – وطنه ځار وطنه
له تللي اقوام
په مخکې څومره ایام
که غواړې، هغه مقام
لږ په سرعت واخله ګام
عزم و همت په مخ کې نه شته خنډو خار وطنه- وطنه ځار وطنه
ستا محبت په ضمیر
واجب د شاه و فقیر
ستا وداني و تعمیر
فرض د صغیرو کبیر
خاوند دې ماته د پردي له استعمار وطنه – وطنه ځار وطنه
ستا احتیاج و ضرور
کړم ناعلاج و رنځور
د عندلیب په دستور
راته فریاد شه منظور
زه سیدحسن زړا شیون مې دی شعار وطنه – وطنه ځار وطنه
( اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۲۱۵-۲۵۸مخونه)
------------
مېرمن حمیده
مېرمن حمیده د حضرت شاه (چې په تيرګړیو پاچا صیب مشهور و) لور، په ۱۹۱۸ع = ۱۲۹۷ل کال د کونړ په شینکوړک کې زیږېدلې وه.
مېرمن حمیدې نثر هم لیکه او پښتو شعرونه یې هم ویل. ددې مېرمنې د شعر موضوع وطندوستي، ملت پروري او د مترقي ژوند پاک احساسات دي.
ځينې وخت یې د پښتنو په ناخوښه حالت اوښکې تویې کړي:
د بهار د ورېځو سترګې شوې نمجنې
ستا په حال باندې ژړا کوي پښتونه
مېرمن حمیدې په خصوصي توګه زده کړې کړې وې او د شخصي مطالعې په برکت یې له ادبیاتو سره مینه پيدا شوې وه. د پښتونستان له ازادۍ سره یې مینه وه او ددې لپاره یې ګڼ شعرونه هم ویلي دي.
دا مېرمن د نامتو شاعر او لیکوال سید شمس الدین مجروح خور وه. د ۱۹۶۰ع کال د سپتمبر په ۶مه = ۱۳۳۹ د سنبلې ۱۵مه نېټه د سه شنبې په ورځ په کابل کې وفات او د کونړ په شینکوړک کې ښخه شوه.
مېرمنو ته خطاب
سترګې پرانيزئ له خوبه، ای په خوب ویدو مېرمنو
په غوږو د زړه یې واورئ ای په ښه سینګار میینو
لږ له زړونو شئ خبرې، د ښادمنو د دردمنو
له غفلته شئ راويښې ای ښکاره او پټو نجونو
عفت نه شته، عصمت نه شته په یوازې پټ پردو کې
زه سوګند درته کوم چې نه پټيږي په بوقرو کې
په پرده د عصمت پټه با عفته وي بیدیا کې
همېش ګرځي که یې ګورې ښکلې مخ په شنه صحرا کې
همېشه په غم شریکه وي د کور وطن رڼا کې
نه چې ځان باندې میینه همېشه په تماشا کې
که یې ورور یا یې مېړه وي، ورته کاندې د کور کار
هسې نه چې شپې او ورځې تېروي په خپل سینګار
پښتنې مېرمن ته ګورئ، کمیس اغوندي تک تور
په ډېر شوق په ډېره مینه اول کار کوي د کور
سور منګی بیا په اوږه کړي، په قنج ځي ګودر په لور
بیا صحرا ته شي روانه ورسره بپاسته (؟) لور
د عصمت لمن یې کلکه خپل اختیار کې وي نیولې
د غیرت شال یې په سر وي په معنا باندې وي ښکلې
بل د تور کمیس دپاسه کړي روپۍ سپينې کتارې
ځينې ځينې یې د ډوله په زرګر کړي ګونګرودارې
په ګرېوان هسې ځلیږي لکه ستوري مزه دارې
وي د خپل کاله په کار کې ډېرې پوهې ښې بیدارې
ته به وایې نظامي دی فاتح شوی دی له جنګه
سر افسر یې دي ورکړي نشانونه په څو رنګه
د محیط دا تقاضا ده، پښتنه مېرمنه غواړي
د هر چا نه یې اوچته په هر کار سودمنه غواړي
جامعه ده منتظره په خپل غم غمجنه غواړي
په زړګي باندې غمجنه په وطن دردمنه غواړي
نه چې تل وې په پردو کې، وی د ځان په جوړولو
نه یې درد وي په زړګي کې، نه ارزو د څه ویلو
نه پرېږدي
قانون د پښتنوالې مې صحرا ته نه پرېږدي
بې ځایه مې هر چا سره خندا ته نه پرېږدي
په کور کې راته وايي، مور او ورور درس د عصمت
څو زده مې نه شي دا څوک مې بیدیا ته نه پرېږدي
دا ډېر ډول و سینګارمې دی بوقرې لاندې رب دود کړی
ما څوک شډل کمیس خپلې رضا ته نه پرېږدي
که زه شم پښتنه او حیاناکه نه پوهېږم
ما ولې علم او فن نوې دنیا ته نه پرېږدي
همېش راسره غم د ښه کمیس د ښه فېشن وي
د جهل تروږمۍ نه مې رڼا ته نه پرېږدي
پټ درد لرم په زړه کې خو ښکاره ویلی نه شم
ظالم او زورور مې حق وینا ته نه پرېږدي
غوټۍ مې د امېد شګوفه نه شوه په ګلشن کې
بادونه د خزان مې هیڅ خندا ته نه پرېږدي
زما کم نصیبه
ما ویل زړه به مې خالي شي لږ له غمه
دواړه سترګې به مې وچې شي له نمه
د ښادمنو په ټولګۍ به شمه یاده
زمانه به راسره ځي په لار سمه
همېشه به مې خندا وي غم به نه وي
نه به ځان سره ژړېږم لکه شمعه
په مراد به مې د زړه هره ارزو وي
بېګانه به یم دنیا له لویه غمه
نور د صبر په نغمه به زړه للو کړم
زمانې نه مې د سود نه شي څه تمه
شپه د هجر شوه اوږده د خدای دپاره
ښکلی مخ دې راښکاره کړه صبحدمه
په نسیم د اوسېلو به دې راويښ کړم
ای په خوب بیده زما نصیبه کمه
د یوې پښتنې پېغلې ارمان
هلته د شنو بوټو په غاړه یوه توره کېږدۍ ولاړه ده، تورې پرښې طبیعت ازادې غورځولي او ازادې پرتې دي. د نښترو او د ګورګورو شنې ونې خواوشا ولاړې دي، شنه واښه په ګڼ سیوري د بوټو لاندې ولاړ دي، چې د لمر وړانګې یې نه دي لیدلي او پرخه پرې همېشه پرته وي.
شپونکی هلته لرې بربنډ ناست دی، شپېلۍ غږوي. په خوړ کې سپينې اوبه په مستۍ روانې دي، شور او غرهار کوي. د یوې پېغلې کیږدۍ څنګ ته ناسته په تبۍ جواری پخوي، سپين ټيک یې پرتور وربل لکه د سبا ستوری ځلیږي. تور کمیس یې په تن، سره زرغونه لمن ورته پرته لکه د بوډۍ ټال، زړه مور یې څنګ ته ناسته ده.
پېغله وايي:
مورکۍ زه چې ځان سره فکر وکړم، نو وایم ځار شم د وطن له تورو خاورو او تورو تورو غرونو نه، ترهغو سپينو ماڼيو او لوړو بنګلو نه چې واک یې د بل وي.
قربان شم ددې پاکې او ازادې هوا نه او سرمې لوګی شه د وطن د ازادۍ په لار کې مور نه. هابله ورځ تا راته چې د میوند د شهیدانو نکل کاوه، څومره ارمان مې کړی دی چې کاشکې هلته زه هم وای، چې دغو د ازادۍ شهیدانو ته مې په خپل سر د اوبو منګي وړای. ډوډۍ مې ور رسولې وای، کارتوس او ټوپک مې وروړای او ورسره اوږه په اوږه جنګېدلی...
مور یې ورته وایي: لورې خپه کېږه مه، او تېرو شویو خبرو پسې ارمان مه کوه، که خدای کول، د پښتونستان جنګ راتلونکی دی، دا هغه د ازادۍ جنګ دی، چې ستا زړه یې غواړي. د پښتونستان زلمو خدمت وکړه او خپل ارمان ترسره کړه.
پېغله وايي: آه مورجانې، دا به کله وي؟ زه به ژوندی یم چې پښتانه زلمي ځانونه جنګ ته تیار کړي او زه د شپې ټيکله پخه کړم او سهار د خپل ورور سره د زلمو په ډله کې د جنګ میدان ته روانه شم؟ او مورکۍ! ته خو به نه ژاړې، خوشاله به یې او دعا به کوې چې پښتونستان ازاد شي. ارمان مې دی چې داسې جنګ او مړي وشي چې د جنګ ډګر داسې سور شي لکه زما سالوګی او د زلمیو مونګلې د دښمنانو په وینو داسې سرې شي لکه دا زما لاسونه چې نکریزو سره کړې دي. څومره مې زړګی غواړي چې د پښتونستان بیرغ ماته څوک راکړي او د ټولو مخکې روانه اوسم او که د دښمن ګولۍ راشي چې اول زما په توده سینه ولګیږي! د پښتونستان زلمي به د جنګ نه بریالي راوګرځي، پښتونستان به یې ګټلی وي، په خاورو او دوړو به سپېره او په وینو رنګ وي، ته به خپله لور هره خوا لټوې، مګر بې فایدې، ځکه چې ما به خپل سر د پښتونستان نه قربان کړی وي او شهیده شوې به یم او خپلې ارزو ته به رسېدلې یم!
(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۲۸۳- ۲۹۰ مخونه)
----------------
قیام الدین خادم
قیام الدین خادم د ملا حسام الدین زوی، د ملا علي ګل اخونزاده لمسی په ۱۹۰۷ع = ۱۲۸۵ل کال کال د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې زیږیېدلی دی.
په خټه زاخېل مومند دی او د نسب شجره یې د پېښور د څوکنو میاعمر صاحب ته رسیږي، په دې وجه دده ځينې لیکنې د کاموي، زاخېلي او میاعمرزي په تخلص خپرې شوې دي. ځينې وخت یې د سیلاني په نامه هم لیکنې خپرې شوې دي. سید عبدالرحمان سیلاني چې په فقیرصیب مشهور دی، دده مورنی نېکه دی.
لومړنۍ زده کړې یې په کور کې له خپل پلار څخه کړي، له ښکلي خط سره یې شوق و، په کور کې یې مشق وکړ او خط یې ښکلی شو. بیا یې له ملا خلیل څخه د ګلستان او بوستان کتابونه ولوستل او د خط د زده کړې استاد یې هم همدا ملا شو. بیا یې د فقهې کتابونه تر کنزالدقایق پورې وویل. پلار یې وهڅاوه چې ړومبی صرف او نحوه زده کړي، ده همداسې وکړل او مور به یې ورته ویل: « ستاسو تنسته او بوده ورېښم دي، تاسو ته لږ اشارات کافي دي».
بیا د ننګرهار د کوز کونړ بوډيالۍ سیمې ته لاړ او د علم الصرف کتابونه یې ولوستل. بیا لړه موړې، د چپرهار کنډي باغ، اګام، ارغچ، کیلغو، ایسارک، شیرشاهي، کابل، پېښور او داسې نورو ځایونو ته په دیني تعلیم پسې لاړ. له پېښور نه د هند مکهډ مدرسې او بیا ډيلي، لودیاڼۍ ته په علم پسې مساپر شو. په دغو مختلفو ځایونو کې ده صرف، نحوه، منطق، حکمت، کلام، فقه، تفسیر، حدیث، مناظره، اصول فقه، طب او نور مروجه علوم ولوستل. خادم صیب د لوړ استعداد خاوند و، ځکه نو د کافیې، ایساغوجي، او هدایت الحکمت په نامه دیني اود عربي ګرامر کتابونه یې په یادو زده کړي وو.
چې له تحصیل وزګار شو، په ۱۹۲۵ع = ۱۳۰۴ل کال په کامه کې د ابتداییه مکتب معلم شو، بیا دویم ځل بېرته هندوستان ته لاړ، له څه مودې وروسته بېرته وطن ته راوګرځېد او په جلال اباد کې په لومړني ښوونځي کې ښوونکی شو، څه موده وروسته د منځنیو زده کړو رشدیې تدریس هم وروسپارل شو، خو دی ناروغه و او دوامداره ناروغۍ نوښتونو ته نه پرېښود.
په ۱۹۲۹ع = ۱۳۰۸ل کال چې محمد نادرشاه پاچا شو، خادم صیب د ناروغۍ د درملنې لپاره پېښور ته لاړ، هلته تر کوهاټه پورې وګرځېد او بېرته لواړګي ته راستون شو او د اویا تنو هلکانو د لیک او لوست ښوونکی شو، دلته به یې په درې میاشتو کې زده کوونکی خواننده کاوه او په شپږو میاشتو کې به یې ترې نویسنده جوړاوه.
دوه نیم کاله په لواړګي کې معلم و، همدلته و چې له شاعرۍ او لیکوالۍ سره یې شوق پیدا شو او ابتدايي لیکنې یې پيل کړې، له همدې ځایه کوژدن شو او په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال په کندهار کې د ادبي انجمن په غړیتوب وټاکل شو او په دلوه میاشت کې د کوټې او چمن له لارې هلته لاړ. هندوستان او پېښور ته په تګ و راتګ او زده کړو یې اوردو ژبه هم زده کړې وه، په عربي کې یې تحصیل کړی و، پښتو یې مورنۍ او دري یې د وطني ژبې په توګه زده کړې وه.
دده لومړنی شعر د «شه بیدار پښتونه» په نامه د ننګرهار په اتحاد مشرقي اخبار کې نشر شوی او ړومبنی نثر یې له اوردو ژبې ژباړه وه چې د کار او صحت په موضوع وه.
په ۱۹۳۵-۸-۱۷ع = ۱۳۱۴-۵- ۲۵ل نېټه د کندهار ادبي انجمن کابل ته انتقال شو چې څه وخت په پوهنې وزارت پورې اړوند و. په ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال د کندهار او کابل ادبي انجمنونه سره یو شول او پښتو ټولنه ترې جوړه شوه. خادم په پښتو ټولنه کې د زېري اخبار چلوونکی شو.
په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال د پښتو ټولنې د تالیف او ترجمې د شعبې مدیر شو او په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال د پښتو ټولنې مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۴۲ع = ۱۳۲۱ل کال د اتحاد مشرقي مدیر شو، په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال بېرته کابل ته وغوښتل شو او د دایرة المعارف د ترجمې مدیر وټاکل شو. یو کال وروسته د تعاوني ډیپو د تفتیش لوی مدیر مقرر شو، بیا هرات ته تبدیل شو. په ۱۹۵۰ع = ۱۳۲۹ل کال د کندهار د طلوع افغان مدیر وټاکل شو. یو کال وروسته بېرته کابل ته وغوښتل شو او د کابل مجلې مدیر شو، په ۱۹۵۲ع = ۱۳۳۱ل کال د سروبي د برېښنا فابریکې د کوپراتیف لوی مدیر وټاکل شو، یو کال وروسته د اصلاح اخبار مدیر شو، بیا د پښتو کورسونو مدیر شو چې ورسره یې زېری اخبار هم چلاوه، بیا بېرته د پښتو ټولنې مسلکي غړی شو.
خادم صیب ډېر کلونه د پښتو ټولنې غړی و، چې ګڼ اثار یې د پښتو ټولنې له خوا خپاره شوي دي. د ۱۹۷۸ع کال د اپرېل په ۲۷مه = ۱۳۵۷د ثور په ۷ مه نېټه چې د افغانستان دخلکو د دیموکراتیګ ګوند غړو او پلویانو( خلقیانو + پرچمیانو) د داود خان په جمهوري نظام کودتا وکړه، قیام الدین خادم یې بندي کړ، یو کال او څو میاشتې بندي و، چې بلاخره یې په زندان کې یوه پښه او یو لاس فلج شول او له زندانه خوشې شو، خو د فلج ناروغي یې ورځ تربلې ډېره شو، چې پای کې د ۱۹۷۹ع کال د اګست په ۲۷مه نېټه = ۱۳۵۸ د سنبلې ۵مه په کابل کې په حق ورسېد او په سبا په خپله پلرنۍ سیمه د کامې په زرشوی کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
قیام الدین خادم له علمي او ادبي مقام سره سره سیاسي شخصیت هم و. په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال چې د ویښ زلمیانو غورځنګ رامنځته شو، خادم صیب یې د موسسینو په ډله کې و. دغه را د ډيموکراسۍ په لسیزه کې چې د ګوندونو ایجاد ته اجازه ورکړل شوه، خادم صیب د نورو ملګرو په مرسته په ۱۹۶۶ع = ۱۳۴۵ل کال د افغان سوسیال ډيموکراټ ګوند ګوند تاسیس کړ، چې په افغان ملت ګوند پېژندل کیږي؛ خو د افغان ملت په لومړۍ ګڼه اخبار کې د موسس په توګه د خادم پرځای د غلام محمد فرهاد نوم ولیکل شو، چې د نورو له مخالفت سره مخ شو، خو خادم یې مخالفت ونه کړ او افغان ملت ګوند غلام محمد فرهاد ته منسوب شو. البته غلام محمد فرهاد د ګوند په لومړۍ کنګره کې د ګوند د دوره يي رییس او خادم یې د سکرتر جنرال په توګه ټاکل شوي وو. خادم ددغه ګوند لومړنۍ تګلاره او کړنلاره ولیکله او موسسې کنګرې ومنله. خو وروسته په دغه ګوند کې انشعابونه رامنځته شول او خادم هم بېنوا پاتې شو.
قیام الدین خادم د فلسفي ذهن خاوند لیکوال و او زیات وخت به په ویناوو کې ډانګپېیلی غږېده، له مصلحت او سازش سره جوړ نه و، ځکه خو په دې سبب د ځينو سیاسي کړیو نه خوښېده.
خادم د پښتو ژبې نامتو لیکوال، محقق، ژباړن او شاعر و، په تېره په پښتو ادبي نثر لیکنه کې د استاد تر درجې رسېدلی و، دده پښتو نثرونه په شلمه عیسوي پېړۍ یا ويښتیا پړاو کې د شکل او محتوا او پيغام له مخې لومړی درجه ادبیات ګڼل شوي، چې فصاحت، بلاغت او هنریت په کې ټول په پرېمانه توګه کتل کیږي. له همدې امله د علامه اقبال په نړۍ وال کنفرانس کې ده ته د علامه لقب ورکړل شو او د پښتو ادب په وده کې دده د کردار له امله د ستوري په نامه ویاړل شوی دی.
د تحقیق په برخه کې خادم صیب د پښتو ژبې د ريښې، د پښتنو د قومیت او لرغوني تاریخ په اړه ډېرې څېړنې کړي، چې د دودیز تحقیق خلاف یې ځينې نوې خبرې هم رابرسېره کړي دي.
دغه راز خادم صیب د پښتو په معاصر ادب کې لومړنی تذکره لیکوال دی چې په لروبر کې یې تر بل هر چا ړومبی د پښتو معاصر شاعران اولیکوال معرفي کړي. دا تذکره« ننني لیکوال د پښتو» نومیږي، چې د کابل کالنۍ په ۱۳۱۷- ۱۳۱۸ کلونو په ګڼو کې خپره شوې ده.
اثار
۱.د کوچنیانو اخلاقي پالنه ۱۳۱۴ل کابل
۲.روهي ګلونه ۱۳۲۳ل، کابل
۳.نوی ژوندون، ۱۳۲۰ل، پښتو ټولنه، کابل
۴.مکارم الاخلاق ۱۳۱۸ل کابل
۵.پښتونولي ۱۳۲۶ل کابل
۶.بایزید روښان، ۱۳۲۸ل کابل
۷.خیالي دنیا، ۱۳۳۹ل، پښتو ټولنه، کابل
۸.د شریف سرګذشت
۹.نبوغ او عبقریت( فلسفه)
۱۰.د مرغلرو امېل
۱۱.نوې رڼا، ۱۳۴۳ل، پښتو ټولنه، کابل
۱۲.د پښتو ننني لیکوال، ۱۳۱۷-۱۸ل، کابل کالنۍ
۱۳.د پښتنو د تاریخ یوه سرپاڼه
۱۴.د خوشحال او رحمان موازنه
۱۵.څاروان( شعر)
۱۶.د څلورم ټولګي پښتو قرات
۱۷.پښتو کلي ( کیلي) په ۶ ټوکونو کې
۱۸.معلم پښتو
۱۹.پښتانه شعرا( د لومړي ټوک یوه وړه برخه)
۲۰.پارتیان څوک و؟
۲۱.په تذکرة الاولیا تبصره
۲۲.کوشانیان څوک و؟
۲۳.د بابا نصیحت
۲۴.د پښتو پټۍ
۲۵.د پښتو نثر تاریخي تطورات
۲۶.لوی سهاک
۲۷.ادبي قصې
۲۸.لوی اصحابان
۲۹.نېشنلېزم او انټرنېشنلېزم
۳۰.افغاني حکومت
۳۱.د پښتو نثر
۳۲.معیاري پښتو
۳۳.بلکا
۳۴.د پښتون سټه او څانګې
۳۵.نصوص الحکم
۳۶.د مور مینه
۳۷.لرغوني پښتانه قومونه
۳۸.ټولنپال افغان مونوفیسټ( د مولانا قیام الدین خادم سیاسي افکار)
ناچاپ اثار
۳۹.د پښتونخوا قصې
۴۰.مکالمات
۴۱.عرضه حب و بغض
۴۲.سورګل
۴۳.کنفرانسونه
۴۴.کره پښتو
۴۵.پښتو زده کړه
۴۶.د پښتو شاعري
۴۷.پښتو په عربي لیکدود کې
۴۸.پښتني پور
۴۹.شلمه پېړۍ او پښتانه
۵۰.د پښتنو قومولي
۵۱.غوره سندرې
۵۲.د پښتنو مشاعرې
۵۳.لرغوني افغانان
۵۴.اینده پښتنو ته
۵۵.د تنقید حق
۵۶.ساتلې ژبه
۵۷.ریګوېدي سرودونه
۵۸.د پښتونولۍ اداب
د نظم او نثر نمونې
د شاعر مسلک
صحیح لاره به ښایم که وم وم، که نه وم نه وم
رښتیا رښتیا به وایم که وم وم، که نه وم نه وم
د حق د پېروۍ نه مې بل څه په زړه کې نه شته
چې څه یمه همدا یم که وم وم، که نه وم نه وم
ازاد یم زېږیدلی، بنده ګي کولی نه شم
بنده د خپل مولا یم که وم وم، که نه وم نه وم
په بډو خوشامندو مې ځان خوښ نه دی چې غټ شم
که غټ یم خو همدا یم، که وم وم که نه وم نه وم
چې څوک غواړي څه سپکه مې د قام له څه جهته
دښمن د هغه چا یم، که وم وم، که نه وم نه وم
په ماته کښتۍ سپور یم توپانونه مې په مخکې
په دې لاره یې بیایم که وم وم، که نه وم نه وم
خدمت د خپلې ژبې قام وطن زما مسلک دی
په دې مینه به پایم که وم وم، که نه وم نه وم
په ټينګ عهدو پیمان چې مې بیعت ورسره کړی
دده په تولا یم که وم وم، که نه وم نه وم
لرم ښکلي تخمونه چې ګلزار شي پښتنو ته
په دغه تمنا یم که وم وم، که نه وم نه وم
د ناز په خوب ویدې غونچې به ورو ورو ويښومه
خادم باد سبا یم که وم وم، که نه وم نه وم
هیلې
له دې خوبه نه زر ويښدن دی په کار
څه علاج د بهبود د وطن دی په کار
دی په حق هغه کس چې یې زور دی په خوا
په دې راز د پښتون خبرېدن دی په کار
د وطن د شړۍ نه چې پښې شي بهر
داسې پښو له بېشکه کفن دی په کار
چې د قام روح یې غواړي په ډېره ارزو
نن و مونږ ته هغه انجمن دی په کار
که هر څو د وطن خدمتونه دي ډېر
خو له ټولو اول علم و فن دی په کار
چې مفاد او بهبود د وطن په کې وي
د خادم هغه شعر و سخن دی په کار
+++++
څه غواړو؟
چې وي تیاره د جهالت هغه سحر غواړو مونږ
وطن د علم په رڼا کې منور غواړو مونږ
که هر څو ډېر وي د کدو په شان سرونه نو څه
چې د وطن په درد خوږیږي، هغه سر غواړو مونږ
چې په وطن کې یې خبرې د ښېګڼې وشي
هسې مامور، هسې امر، هسې عسکر غواړو مونږ
نه چې سبب د زرد رویۍ شي د ملت دپاره
چې خوار غریب په ګېډه موړ کا هغه زر غواړو مونږ
چې د نفاق په اچولو رشوتونه اخلي
ای خان ملکه، اوس دې ټول دغه ټغر غواړو مونږ
په فېشنو او عبثیاتو پسې مه ځه ګوره
ای د مکتب زلمیه، تاته لوړ هنر غواړو مونږ
چې وي صادق او په ایمان سره خادم شي د قام
داسې ادیب، داسې شاعر، داسې رهبر غواړو مونږ
طلسمي ښار
چېرته د یوه لوړ غره په څوکه جګ او محکم کوټ او حصار دی، په دې حصار کې دننه یو ښار دی، چې له عجایبو او غرایبو ډک دی. دلته د دنیا قیمت بها ټوکي، نعمتونه، لعلونه، مرغلرې، جواهر، دانې او دولتونه موجود دي.
د حصار دننه او بېرون دروازې ټولې پولادي دي او کلکې جندرې ورته پرتې دي. په دې سرمهره (موهره) ښار د هیچا لاس نه بر کیږي.
نه پوهېږم، کوم یو د خدای دوست بنده، په دې خبره څنګه پوه شوی و، چې دا حصارونه او دا جندرې ټولې طلسمي دي. دا طلسمونه په دې ماتېدای شي، چې ددغه مملکت خلک ټول په خپلو پښو د کلا خواته راشي، ودرېږي او په یوه اواز ووايي« بېرته شه د خدای په فضل».
د وطن خلک ټول وږي، تږي، بربنډ، یو د بل په اوږو سپاره او ناارامه وو. پلي د سپرو او سپاره د پلیو له لاسه. چې دا خبره یې واورېده، هر یو پټ – پټ، غلی – غلی، پلي او سپور راته او غږ به یې کاوه، « بېرته شه د خدای په فضل».
مګر د خدای دا فضل یوازې د یوه کس یا څو کسو په نصیب نه و او خلکو دا زړه نه کاوه چې د ذاتي اغراضو څخه تېر شوي وای، په ګډه، پلي راغلي وای او په ګډه یې دا کامیابي حاصله کړې وای، په دې غږ چې « بېرته شه د خدای په فضل».
ورځې او شپې تېرېدې، دوی ټول په خوارۍ، ذلت او حقارت مبتلا وو. نه په مملکت کې روغه کوټه وه، نه روغ صورت، نه مړه ګېډه، نه روغه تڼۍ او روغ زړه. مملکت د لعلونو او جواهرو څخه ډک و، فقط همدومره وه چې دوی ټولو نه غوښتل، چې ټول اسوده شي؛ په شرافت ژوند وکړي؛ په خپلو پښو ودریږي او په یوه اواز ووايي چې « بېرته شه د خدای په فضل».
دا مملکت اوس هم شته، اوس هم په کې هماغه حال دی، د خدای هغه بنده اوس هم هماغه نارې وهي، مګر خلک نه غواړي، چې یو د بل له اوږو کوز شي، اسوده شي او د خدای د فضل مستحق شي. ځکه نو تش په یوه خوله نه وایي چې: « بېرته شه د خدای په فضل».
۱۳۲۸/۳/۲۲
کږه، خوږیاڼي
ای د خیبر غرونو
بس کړئ، دا د بېلتانه وظیفه پرېږدئ!
پرېږدئ، چې د یوې مور او یوه پلار زامن سره په دیدار ماړه شي؛ په یوه کور کې په یوه انګړ کې دننه، تاسو د کوه قاف مثال څله جوړ کړی دی!؟
راټيټ شئ او په خپله سینه لار ورکړئ، هغه میندو ته چې زامن یې تاسو یو تر بله پناه کړي دي... او هغه خویندو ته چې وروڼه یې د هغو په بې ابۍ په خپل سر اورونه بلوي!
بس کړئ، د ميینانو او عاشقانو په منځ کې رقیبانه سیاست تر کومه!؟
مه کوئ، سر ښکته کړئ، هغه قوم ته چې په دنیا کې ستاسو شهرت د هغه د ننګ او ازادۍ مرهون دی. لیرې شئ... پرېږدئ دا لاره، چې شل میلیونه زړونه ورنه هغه خوا او دېخوا د پارې(؟) د دریاب غوندې د ارمان او ارزو په اثر په جنبش کې دي.
ای د خیبر غرونو!
ای د افغان د شهامت او عظمت ډبرینو یادګارونو!
ای د لویې پښتونخوا د مخ پوزې!
نور ددوه سترګو د اشنایۍ او شناخت مانع کېږئ مه!
وشرمېږئ او د سپین غره او کونډ په شان په خپل سر اغیارو او بې ننګانو ته ځای ورنه کړئ.
هو! و شرمېږئ او ووریږئ، چې هغه توپان راتلونکی دی، چې په غرونو رغونو، لوړو ژورو، یو شان تېریږي او نه پرېږدي، هیڅ یوه لوړه چې څو یې ټيټه نه کاندې!
ای د پښتونخوا د زړه لعلونو او د جواهرو خزانې! بس کړئ، د پښتونخوا د تحقیر او تذلیل سبب نه شئ.!
هو، بس!!!
کږه، خوږیاڼي
د جوزا ۱۵ مه ۱۳۲۸
مینه ګناه ده؟
ای خدایه!
مینه ګناه ده!؟
او چې ګناه ده، نو ژوند څه شی دی؟
ژوند د مرګ نوم دی.
له دې ځایه تر لامکانه تاته د درتګ د لارې هر پل بې له محبت طی کېدی شي؟
ای حق او اعلی حقیقته، ته د مینې ظاهروونکی او د مینې مظهر نه یې!؟ ښه نو مینه ګناه ده!؟
دا د مڼې په ونه کې سرې مڼې اوېزانې، دا د ځنګلونو د ونو ګڼه اجتماع، دا د لویو غرو د بې انتها تیږو تراکم، داد پورته غیر متناهي ستورو خاموشانه انجمن، دا ددې نوراني عالمونو پرامنه جنبش، دا د ټولو سیندونو سر ايښودل د سمندر په غیږ کې، دا د ابحارو لېوالتیا او بیتابي، دا د مرغیو لوی لوی سیلونه، دا ټول د مینې او محبت مظاهر نه دي؟
د کایناتو هره ذره د بلې سره د وصلت لېواله نه ده؟
نو ای خاونده، مینه ګنا ده؟
که زما زړه د سترګو په لاره کومې خواته ځي، که د ښکلیو ناز او کرشمه د مقناطیس غوندې ما راکاږي؛
که د عالم په نظام کې زه یو خلی یم چې د مینې باد مې هرې خواته وړي.
که زه عشق ته پیدا یم او عشق ماته؛
او بې د مینې له شرابو نور هرڅه زهر وي؛
نو مینه ګناه ده؟
ای خیر محضه! که مینه شر وي نو له تا نه څنګه صادریږي؟
او هغه چې مینه شر بولي، څرنګ ستا په دنیا کې اوسي؟
بېشکه چې دوی دلته د اوسېدو حق نه لري!
نو ای څښتنه مینه څنګه ګناه ده؟
هو، هغه چې مینه نه وي غضب وي!
جلال اباد ۱۳۲۳ل
(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۲۹۱-۳۰۶ مخونه/ خیالي دنیا/ پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)
------------
محمد ابراهیم خواخوږی
محمد ابراهیم خواخوږی د درمحمد خان بلوڅ زوی په۱۹۲۱ع فبروري ۲۸ = ۱۲۹۹ل کال حوت ۹مه نېټه د کندهار په ماله جات کې زیږېدلی دی. دده پلار د کلات د خان میرمحمد نصیر خان اول لمسی و. په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال په ښوونځي کې شامل او په ۱۹۳۸ع = ۱۳۱۷ل کال ترې فارغ شو.
په ۱۹۳۹= ۱۳۱۸ل کال د کابل په حبیبیه لېسه کې د پښتو ښوونکی مقرر شو. په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د کندهار د کوکران د لیلیې ښوونځي منتظم او تدریسي امر وټاکل شو. په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال د کندهار د احمدشاه بابا لېسې د پښتو تاریخ ښوونکی او یو کال وروسته د همدې لېسې تدریسي مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال د پښتو ټولنې په غړیتوب ومنل شو؛ یو کال وروسته د کابل راډيو د نشراتي ریاست د مراقبت مدیر او ورپسې د کابل راډيو ریاست اداري مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال د پوهنې نندارې مرستیال شو. په دې دوران کې نوموړي د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي هم ولوست او په ۱۹۶۲ع ۱۳۴۱ل کال ترې فارغ شو.
خواخوږی د ويښ زلمیانو خوځښت فعال غړی و، له همدې وجې د حکومت تر تعقیب لاندې و، چې په دې لړ کې یې د زندان دوره هم تېره کړې ده. کله چې د ويښ زلمیانو غورځنګ وپاشل شو، د شلمې عیسوي پېړۍ په شپږمه لسیزه کې د محمدهاشم میوندوال د مساوات ګوند غړی شو. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د افغان – چین د ملګرتیا ټولنې غړی و. په ۱۹۶۳ع = ۱۳۴۲ل کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د ادبیاتو د څانګې مشر و. په ۱۹۶۶ع = ۱۳۴۵ل کال په اطلاعاتو او کولتور وزارت کې د خپرونو رییس و. یو کال وروسته د افغانستان د عامه کتابتونونو مشر شو. په ۱۹۶۹ع = ۱۳۴۸ل کال په یونېسکو کې د افغانستان د ملي کومېټې غړی و. په ۱۹۷۱ع = ۱۳۵۰ل کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د پښتو د پرمختیا او پیاوړتیا امریت مشر و.
د محمد داود خان په جهوریت کې تقاعد شو او دیني تدریس یې کاوه.
خواخوږی د ۱۹۹۲ع کال د اکتوبر په ۲۴مه = ۱۳۷۱د عقرب ۲مه په کابل کې د شکر او زړه د ناروغۍ له امله مړ او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو.
اثار
۱.دمینې وږمې ( شعري ټولګه)
۲.حکایت نه دی حقیقت دی
۳.يوه ژړوونکې منظره
۴.ملغلره او تورخان
۵.شين خالۍ او ګلالۍ
۶.دوه ځوانيمرګ میینان
۷.د ګوستاولوبون لنډې خبرې
۸.د مینې وږمه( دشعرونو دویم جونګ)
۹.د مینې وږمه( د شعرونو دریم جونګ)
د خواخوږي د نظم نمونې:
بامیان ته خطاب
د مېړونو زوړ مسکن ښکلی بامیانه!
د لرغونې پښتونخوا د ننګ داستانه!
د چنګېز خونخوار په ظلم باندې ورانه
ای زموږ د توریالو د جنګ میدانه
تا زمونږ د نیکه ګانو برم ساتلی
تا داستان د کېنشکا دی اورېدلی
ته مرکز د تمدن د ایشیا وې
ته ټاټوبی د پوهانو د دنیا وې
په پوهنه کې دېره د شرق په خوا وې
د بودیک د پیروانو ښه لیلا وې
ته زمونږ د ننګیالیو قربانګا يې
د چنګېز په تاړاکونو ښه اګا يې
هندوکش دی سرجګ کړی دی اسمان ته
د وقار ښوونه کړې نامتو افغان ته
په حیرت ولاړ دی پېښو د جهان ته
حال په ژبه وايي غوږ کېده بیان ته
هیڅ غلیم ته ما خپل سر نه دی ټيټ کړی
نېغ ولاړ یم واورو سر دی راپټ کړی
د تاریخ پاڼې په تادي زرنګارې
ستا په لاره کې زلمو پرېښودې چارې
د خواخوږو وینو ووهلې دارې
داسې ږغ به وکړ هر یو په خپل وارې
ته تر هرڅه راته ګران یې ای بامیانه
زموږ مرکز د تمدن د ننګ داستانه
++++
غواړم
دغه پسرلي کې نو بهار زه د پښتون غواړم
نوې هنګامه، نوی احساس، نوی ژوندون غواړم
ويښ چې کړي له خوبه، سم و غر ته ژوندون وبښي
په هغه اسماني رحمت خپل ګران وطن زرغون غواړم
قوم چې رابولي د وحدت او د ويښتوب په لور
هغسې مکتب، ویښ معلم، جدي مضمون غواړم
ځان چې کړي ټول وقف د خواږه هېواد په مینه کې
زلمو ته هغه مینه لېونۍ زه د مجنون غواړم
سوی چې په اور د مینې تل د ملیت وي خپل
هغسې ګوګل، هسې زړګی، هسې لړمون غواړم
څوک چې په زحمت کې د اولس شخصي راحت غواړي
زه د هغو خلکو همېشه د بېخ ختون غواړم
ساتي چې رمه خپله پردیو شرمخانو څه( څخه)
خپل عزیز ملت ته زه خواخوږی داسې شپون غواړم
د ساقي انتظار
یاره پسرلی دی هره خوا ښکلي ګلونه دي
سمه غر شین ښکاري د قدرت ښه سینګارونه دي
جوړې یارانې دي د لورنې پيغامونه دي
چټې پېغلې خاندي خوشالۍ او اتڼونه دي
ستا د وصل جام ته انتظار یم، انتظار ساقي
مړ شومه د تندې، نه سته ما لره قرار ساقي
راسه د زړګي غوښې به تا لره کباب کړمه
جوړ به له رګو څخه تارونه د رباب کړمه
ستا د جام د پاره به د زړه وینې شراب کړمه
ستا د عشق په سوز به یاران مست و خراب کړمه
ستا د وصل جام ته انتظاریم انتظار ساقي
مړ شومه د تندې نه سته ما لره قرار ساقي
څونه به ډېر ښه وي چې په مینه یارانه وکړو
ناز وکړو، نیاز وکړو خبرې رندانه وکړو
ناست د سیند په غاړه و سپوږمۍ ته پيمانه وکړو
لاس ترغاړه وګرځو کارونه مستانه وکړو
ستا د وصل جام ته انتظار یم انتظار ساقي
مړشومه د تندې، نه سته ما لره قرار ساقي
زه به یمه، ته به یې، خوښۍ به وي نشه به وي
مۍ به وي، مطرب به وي، مستي به وي ښيښه به وي
ناز به وي، نیاز به وي، سرود به وي نغمه به وي
جوش به وي، خروش به وي د مینې ترانه به وي
ستا د وصل جام ته انتظار یم انتظار ساقي
مړشومه د تندې، نه سته ما لره قرار ساقي
دې ښایسته فضا کې به زه تاته په کتلو سم
رغړې به پر ګلو زه به ستا په تخنولو سم
ستا د خولې غونچې ته به اشنا په موسېدلو سم
ته مې سه خواخوږی زه به سر ستا په ستایلو سم
ستا د وصل جام ته انتظار یم انتظار ساقي
مړ شومه د تندې، نه سته ما لره قرار ساقي
(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۳۳۷-۳۴۱مخونه/ پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)
-------------------
محمد امین خوږیاڼی
محمد امین خوږیاڼی د مولانا محمد اسراییل خان زوی په قام یوسفزی، په ۱۸۹۹ع = ۱۲۷۸ل کال د ننګرهار ولایت خوږیاڼيو ولسوالۍ په حکیم اباد کې زیږېدلی دی.
ده لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه کړي، چې دري او عربي منظوم او منثور کتابونه یې لوستي دي. دده پلار مولانا محمد اسراییل د خپل وخت نامتو عالم او مخور شخصیت و. ده صرف، نحوه، منطق، حکمت، طب، فقه، اصول، تفسیر، حدیث، هیات، کلام، ادب، مناظره، عروض او تجوید لوستي دي. د لاهور په نعمانیه او د پېښور په اسلاميه کالج کې یې د عربي علومو امتحان ورکړی چې د بریالیتوب شهادتنامې یې اخیستي دي. کابل ته په ستنېدو د مولوي عبدالواسع خان له خوا د اماني دورې د قضاتو د ښوونځي افتخاري شهادتنامه هم ورکړل شوې وه.
دی په ۱۹۲۰ع = ۱۲۹۹ل کال د خوګیاڼيو د کږې لېسې سرمعلم او په ۱۹۲۴ع = ۱۳۰۳ل کال د همدغه ښوونځي معاون او یو کال وروسته د ننګرهار د پوهنې مدیریت کفیل او بیا د اتحاد مشرقي اخبار مرستیال مقرر شو، شپږ میاشتې وروسته د همدغه اخبار مدیر شو. تر سقاوي دورې وروسته د اصلاح اخبار مدیر او په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال د انیس اخبار مدیر وټاکل شو، په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل کال د مطبوعاتو ریاست مشاور شو. په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د عدلیې وزارت مرستیال وټاکل شو. دوه کاله یې دا دنده ترسره کړه. په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال د افغانستان قاضي القضات ( د سترې محکمې رییس) دنده وروسپارل شوه. دوه کاله وروسته د اعیانو د مجلس غړی وټاکل شو او په ۱۹۶۵ع = ۱۳۴۴ل کال د افغانستان د مشرانو جرګې سناتور وټاکل شو. درې کاله یې دا دنده وکړه او بیا تقاعد شو.
محمد امین خوږیاڼي د افغانستان معارف او فرهنګ ته ډېر خدمتونه کړي. په خپله سیمه خوږیاڼيو کې یې د شجاعت په نامه لومړنی ښوونځی پيل کړ، چې وروسته د ملکیار هوتک په نامه ونومول شو او لېسې ته یې ارتقا وکړه. ده د ننګرهار د پوهنې مدیریت د خدمت په وخت په کامه او د لغمان په چارباغ کې هم ښوونځي پرانېستل.
محمد امین خوږیاڼي د ۱۹۸۵ع کال د ډېسمبر ۲۶ = ۱۳۶۴ل کال د مرغومي ۵مه د کابل په علي اباد روغتون کې مړشو او په کابل کې دفن شوی دی.
اثار
۱.حیات سیدجمال الدین افغان ۱۳۱۸ل کابل چاپ
۲.تتمة البیان في تاریخ الافغان، دري ژباړه په ۱۳۱۸ کال کابل کې چاپ شوی دی.
۳.حیات سیدعلي ترمذي پيربابای بونیري، د ۱۳۱۸ل کال چاپ
۴.د قضا تاریخ
۵.د پښتونولۍ څلی
۶.خوشال خان خټک(ناچاپ)
۷.تاریخ قضا( په دري ژبه)
په اتحاد مشرقي، اصلاح، انیس او د افغانستان په نورو خپرونو کې د خوږياڼي تر ۶۰۰ پورې لیکنې، تبصرې او مقالې چاپ شوي دي.
د نثر نمونه:
پښتو ادب
ادب دوه قسمه دی: لفظي ادب او عملي ادب. لفظي ادب د عملي ادب کومکي دی، نو ځکه لفظي ادب اهتمام لري.
لفظي ادب دوه شکله لري: منظوم، بل منثور.
منظوم ادب د قوم د ترقۍ په ابتدا او انتها دواړو کې لیده کیږي؛ په ابتدا کې حماسې په ادب کې زیاتې وې او په انتها کې فلسفي تخییل او وروسته کې اخلاقي او اصلاحي مواد د اقوامو د ادب په تاریخ کې ځلیږي.
په اول کې شعرا، قوم مظاهرې او مبارزې ته تیاروي او وروسته کې یې اخلاقو او ادارې ته ملتفتوي او په اخر کې ادبي موشګافي ګانې وي دا نو د وزګارو خلکو او د مړو خلکو کار دی.
څوک چې کور جوړوي نو اول یې تاداو کېږدي، بیا یې دېوالونه او دروازې، چت او بام، غولی او انګړ سموي، چې روپۍ ورسره ډېرې شي او بل مصرف ونه لري، نو رنګ او روغن ورکوي(خیرالامور اوسطها). مقصد د نظم ځنې په نثر کې ښه ادا کیږي، نو ځکه نثر د نظم ځنې مفید دی. نظم په عوامو او په مستریحو ښه اثر کوي او نثر په اعتدالي خلکو موثر لویږي. ځکه انبیا او مصلحان، پادشاهان او حکیمان او قانونیان خپل افکار په نثر کې ادا کوي.
حقیقي اعتدالیان انبیا دي او هغوی ته نژدې پادشاهان او حکیمان دي. کله کله حکیمان هم منظم میدان ته راوتي دي او صوفیانو هم قدم په کې وهلی دی.
پادشاهانو په کې هم قیادت ظاهر کړی دی، خو اکثر به حصه د حکمت او سیاست، شریعت او صنعت په نثر کې وي.
د پښتو ادبي تاریخ هم په دغه ډول وړاندې تللی دی، تر بایزید او دروېزه منظوم تالیفات رارسېدلي دي او هغوی نثر ته توجه کړې ده، خو نثر یې نثر مسجع دی، چې شعرمنثور ورته وايي. د شېخ ملي کتاب مو نه دی لیدلی، چې څه رنګ نثر لري، خو ددې دواړو پېروي نور هم کړې ده، لکه کیميای سعادت یا فواید شریعت د اخوند قاسم دغه نمونې د لسمې او یوولسمې پېړۍ دي.
ارزاني او مرزا او واصل او دا نور خوشال خان نظم کې مات کړه او افضل خان د نثر پایه هسکه کړه.
شیدا او حمید نازکخیالي ګانې ډېرې کړي، رحمان صحیح تصوف میدان ته راویوست او د مېرزا دېوان یې شا ته وغورځاوه.
مولوي احمد د تنګي د افضل خان یادګار تازه کړو او نثر ته یې ملا وتړله، منشي احمدجان د ګپ و شپ بازار ګرم کړو او د حجرو محاوره یې تاریخي کتابو ته هم راوسته.
د یوسفزو علماوو که اول دین په نظم بیان کړی و، د هغوی بازماندګانو د پېښور قصه خانه په روماني نظمونو توده کړه. احمد شاه بابا که د عزم او حزم دېوان پرېښود، جان محمد دوراني د هغه د مېړانې او د عقیدې د ډګر او د سنګر خبرې نظم کړې. پيرمحمد کاکړ او سپینې د مېنې( وطن) او د ولس مینه او افتخارات په شعر کې یادګار پرېښود. هر یوه کار کړی دی اوس هم کار کیږي او کار په کار دی، منثور شعر اوس هم د نظم او د نثر دواړو په مینځ کې ترقي کړې ده، چې څومره ساده نثر ډېریږي، شعر منثور کیږي، ځکه چې توجه د لفظي ادب نه عملي ادب ته زیاتیږي او ساده ګي د نثر لار لنډوي. ادب د حکمت زمینه ده او عمل د حکمت نتیجه ده.
(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۳۴۲-۳۴۵ مخونه/ پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)