"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۴)

ویشنه:د نومهالیو ادبیاتو تحلیلي څېړنه

لیکوال:-


         راټولوونکی:  دکتور محمد داود وفا 




                                                                                                           د پښتو ادبیاتو تاریخ

                                                                                                                         -۴-





غوث خیبري 

غلام غوث خیبري د پاینده ګل خان زوی د عبدالرحمان لمسی په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په سنګرسرای کې زیږېدلی دی. 

تر شپږم ټولګي یې د کامې په ابتداییه ښوونځي کې درس ولوست او د نورو زده کړو لپاره کابل ته لاړ، هلته د تجارت لېسې له دوولسم ټولګي فارغ شو. تر فراغت وروسته د کرنې د لاسي صنایعو په بانک کې د کتابتون امر وټاکل شو. تر هغه وروسته په کابل راډيو کې د پښتون ږغ مجلې مدیر شو. په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال د مطبوعاتو مستقل ریاست د داخلي خپرونو د مراقبت مدیر وټاکل شو. بیا هندوستان ته لاړ او هلته د ال انډيا راډيو د پښتو خپرونو ویاند وټاکل شو، دغه دنده یې اوه کاله ترسره کړه او په لړ کې یې د ډیلي پوهنتون د هنرونو پوهنځی هم ولوست او لېسانس یې واخیست. 

وطن ته په ستنېدو د اطلاعاتو او کلتور ورزات د پښتو د پراختیا او پرمختیا ریاست مرستیال وټاکل شو. بیا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور امر مقرر شو، چې ورسره د ننګرهار ورځپاڼې مسوول مدیر هم و. بیا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور امر وټاکل شو( هغه مهال ولایتي دفترونه امریتونه وو، چې اوس په ریاستونو بدل شوي دي). هممهال په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼې چلوونکی هم و. بیا بېرته کابل ته راغی او د جمهوریت ورځپاڼې د تدقیق مدیر وټاکل شو، چې ورسره د پښتو فیچرونو او سرمقالو لیکوال هم و. دا مهال یې په راډيو افغانستان کې د پښتونستان د اووه ساعته خپرونې لیکوال او چلوونکی هم و. ده دا وخت راډيو ډرامونه هم لیکلي، چې د تمثیل په وخت په زیاتو کې دی خپله هیرو(قهرمان) و. 

دده ځينې لیکنې د شهامت، ارزومند، اشوب او هنګامه په نومونو هم خپرې شوې دي. 

غوث خیبري د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې المان ته کډوال شو، چې تراوسه هماغلته مېشت دی. 

خیبري د لنډو کیسو، ناولونو او تاریخي کتابونو لیکوال دی، چې ګڼ اثار یې خپاره شوي دي. دی په انګلیسي او اوردو ژبو هم پوهیږي، لیکوالي یې په پښتو او دري ژبو کړې ده. 

اثار 

۱.لکه های خون، تاریخي لنډې کیسې ( د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې رانغاړي).

۲.طوفانها، تاریخي ناول، د ۱۳۴۰ل کال چاپ 

۳.تفنګداران خیبر، تاریخي ناول

۴.دېوانه، عشقي او ټولنیز ناول 

۵.داور لمبې، تاریخي ناول د ۱۳۳۵ل کال چاپ 

۶.ابدالي توره، تاریخي ناول ( په هند کې د احمدشاه دوراني د جګړو یوه ګوښه).

۷.اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر، تاریخي ناول 

۸.هغه وژړل، د تاریخي لنډو کیسو ټولګه

۹.پردېس، د کډوالۍ ژوند یو انځور( لنډې کیسې)

۱۰.د کندهار ناوې، تاریخي ناول

۱۱.د ګوګامنډه لېوان، لنډې کیسې 

۱۲.پاکه وینه، تاریخي ناول( په هند کې د لودي پښتنو په اړه ) 

۱۳.قهرمان میمیرد، تاریخي ناول( د برتانوي ښکیلاب په ضد د پښتنو مبارزې).

۱۴.د مرګ سندره، تاریخي ناول

۱۵.لوی افغان شېرشاه سوري ( تاریخي څېړنه)

۱۶.د تیراه جګړه، تاریخي څېړنه

۱۷.سیاسي دایرة المعارف، ژباړه 

۱۸.نومیالي افغانان یا د هند په تاریخ او مدنیت کې د افغانانو برخه، تاریخي څېړنیز اثر.

۱۹.په افغانستان کې توپان، تاریخي، سیاسي څېړنیز اثر

۲۰.پښتانه د کلتوري ښکیلاک په زنځيرونو کې 

۲۱.پښتانه د برهما، زردښت، بودا او اسلام په پېرونو کې

۲۲.پښتانه د افغانستان په افسانوي داستاني تاریخ کې

۲۳.پښتانه د اریانا په کیسو کې، چاپکال ۲۰۰۹ع 

۲۴.جیبي سیاسي دایرة المعارف 

۲۵.پښتانه د ایران د پاچايۍ پر تخت، چاپکال ۲۰۱۱ع 

۲۶.د هند یادښتونه 

۲۷.د ازادۍ سندره( د ادبي ټوټو ژباړه).

د غوث خیبري د نثر نمونه:

 

زوړ کمیس 

د « جانۍ» په سپين تندي د خولې یو نیم څاڅکی ښکاره کېده او چې مور یې په ستنه کې تار واچاوه، نو پېغلې په ډېره حیا او غلي اواز مورته وویل: 

« ابۍ دا میرات ګرېوان مې زیات سپړل کیږي؛

 بس نو ددې کمیس خو مې دا پنځم کال دی...

پلار مې دې خدای وبښي په هماغه کال مړ شوی و، چې خان ماته کمیس وکړو او بیا خو...».

جانۍ چپ شوه، سر یې ټيټ کړ او سترګې یې مځکې ته ونیولې. 

شېبه نیمه غلې وه او چې مور یې مشغوله ولیده، نو بیا یې په کرار زیاته کړه: 

« او مورې، دې «خان» سپين سترګي مې تل دوې سترګې ګرېوان ته نیولي وي...»

« نښترې ابۍ» ددې خبرې د اورېدو سره ستنه بې اختیاره په ګوته ورننویسته، او د هغه سره یې کړیکه اسمان ته پورته شوه... 

هغې باندې دې خبرې ډېر تاثیر کړی و، تندي کې یې بې شماره کرښې راپیدا شوې او د سترګو کونجونو کې یې ګونجې وکړې....

جانۍ وارختا شوه او ژر ژر یې د مور وینې شوې ګوته خولې ته ورنژدې کړه، کوف یې کړه او بیا یې د لمن په یوه پیڅکه د مور د ګوتې وینې پاکې کړې. د نښترې ابۍ د سترګونه د قهر او غضب بڅري الوتل، غاښونو یې کړچار شروع کړ او لورته یې وویل: 

جانۍ، خان ته که ته په کپ سوکړک مېښې پيايې او زه ورته په لوڅو پښو ځوزان راټولوم نو دې کې زمونږ شرف او عزت ته د صدمې د خطر څه احساس موجود نه و، هغه که په پنځو کالو کې یو د سور الوان کمیس تاته کړی او یا یې ماته د خپلې بي بي زړه او بې رنګه جامه راکړې، نو په بدل کې ورته تا په سرو لمرونو او ټکنده غرمو مېښې ټاپو ته بیولي او ما یې کور له د ځوزانو پېټي په سر راوړي دي او که چېرته د هغه خطر احساس پیدا شو، کوم چې ما وړاندې د هغه ذکر وکړ، نو بیا ....

جانۍ  ! خان موزي که چېرته په رښتیا سترګې ستا څيرې ګرېوان ته نیولي وي، زه به هغه سترګې په سیخ وباسم، هغه څه به ورته وروښایم چې په عمر کې چا نه وي اورېدلي او نه یې په خوب کې لیدلي وي...

د نښترې ابۍ وجود له قهر او عصبیت نه د توت پاڼې په شان رېږدېدو، سمې خبرې یې نه شوې کولی، ټول وجود یې په خولو کې ډوب و او چې جانۍ د مور دا حال ولید، نو له ځایه را اوچته شوه او مور ته مخکې ودرېده، په زیات غرور او درانه غږ یې ورته کړل: 

ابۍ زه د یو پښتون پلار او پښتنې مور نه پیدا یم، هغه خطر که ما خپله هم احساس کړ، نو بیا تاته حاجت نه پاتې کیږي، خان نه که میراث پاتې کیږي، نو بې حسابه ملکونه او جایدادونه به وي، مانه به څه پاتې شي؟ 

عمر مو د کپ سوکړک دپاره وقف دی، سره او سپين، غوا مېښې، پولې او پټي نه شته او...

نښترې ابۍ جانۍ غیږ کې ونیوله مخ او تندی یې ورله ښکل کړل او بیا یې په موسکا کې ورته وویل: 

بچی ! هر څه په همدې ټکي پورې تړلي دي او دا چې نه وي، نو بیا هیڅ نه شته. 

دې وخت کې نښترې ابۍ لور په اوږه کړ او د ځوزانو د وهلو دپاره روانه شوه. 

خان په هوجره کې یو غټ بالښت ته ډډه وهلې ده، په یوه غټ درې بنده چاکو باندې خټکی خوري. شېبه په شېبه دروازې ته ګوري او د چا د راتلو منتظر دی. لږ ساعت وروسته د خبرو ښکالو شوه، ورپسې دوه تنه په دروازو راننوتل، وړاندې مرغلره ترور او وروسته ورپسې جانۍ راروانه وه. 

خان چې هغوی ته وکتل نو وچولی یې تریو کړ او مرغلرې ترور ته یې وویل، دومره ځنډ سړی کوي، ما ویل چې مړه شوې که څه ؟ 

مرغلرې ترور په وېره او غلي اواز جواب ورکړ: 

خان، لاره د اغزو ډکه وه او زه پښې ابله وم کرار کرار په لار تللم. 

خان په قهر شو او وې ویل: 

بس دی کمبختې، اغزي و؟ ستا پښې څه د بنیادم پښو ته ورته دي چې، چې...

ځه لاړه شه چې بیا به مال وږی تږی پروت وي، پروړې سره څه شنه هم یو ځای کړه. جانۍ به لږ دا کټونه مټونه وڅنډي چې شېبه پس به مېلمانه راننوزي.

مرغلره ترور له هوجرې بهر ووتله، شکر یې وویست چې خان لا ونه وهله، په منډو منډو کلا ته ورننوتله. 

خان چې جانۍ سره یوازې پاتې شو، نو مخ یې پېغلې ته راواړاوه او په موسکا او نرم اواز یې هغې ته وویل: 

جانۍ شېبه مخکې مې زړه کې تېر شول، چې د جانۍ کمیس لږ زوړ شوی دی، باید یو بل ورته وکړم. دا وار وایم چې د کیمخواب او یا کټانو کپړه واخلې ته راشه کېنه ... اوه بې انصافې ګرېوان دې ولې وګنډلو؟ هماغه شان ښه ښکاره کېدې... اوس خو....

د جانۍ رنګ والوت، تکه توره شوه، حلق یې وچ شو... خان بیا وړاندې زیاته کړه: 

جانۍ تاته خدای بل شان څېره درکړې، زه وایم چې ته د نوو جامو نه په زړو کې ښه ښکارې، ځکه چې کالي زاړه وي، نو د وجود څه؟ 

جانۍ چیغه کړه او خان ته یې غاښونه وچیچل، څو قدمه وروړاندې شوه او ورته یې وویل: 

خان، داد سړیتوب او شرافت خبرې نه دي... 

خان په خندا شو او له کټ نه راکوز شو، جانۍ ته نزدې شو او لاس یې د هغې په مړوندونو کېښود، سترګې یې تنګې کړې او وې ویل: 

جانۍ، لېونۍ کېږه مه، خان او خاني څه وړه خبره نه ده، ستا دا ښایست زاهد له زهده راوباسي، نور بس دی، میاشتې ډېرې تېرې شوې، په سترګو کار نه کیږي. نن هر څه پرېکول غواړم... ځکه مې .... 

د خان خبره نیمه پاتې شوه، جانۍ ټوپ کړ او چاکو یې په موټي کې ونیو او خان ته یې وروړاندې شوه. 

خان ! ته یو ابلیس یې؛ څنګه چې تا کې انسانیت او شرافت ختم شوی دی، نو ژوند دې هم ختمول په کار دي. 

خان باندې خولې راماتې شوې، وېرې ونیو، خو بیا یې شهوت سترګې ورپټې کړې وې، فکر او سنجش ورسره نه و. په خندا شو او جانۍ یې تر ملا ونیوه...

خان لاس د جانۍ د ملانه تاو کړو، خو نور یې د څه شي وسه نه رسېده، زور او قوت ترې تلی و، ځکه چې جانۍ ورته چاکو په ګوګل ورښخ کړی و. 

(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۳۶۲-۳۶۷مخونه/ پښتو ویکیپيډیا)

-----------------

عبدالمنان دردمند

عبدالمنان دردمند د ملا سید احمد زوی، د ګل محمد لمسی، د بهادر ګل کړوسی، د محمد امین کودی، په قام ترکاڼی، په هغو کې سالارزی، په سالارزو کې د باجوړ خوارزم خېل دی. په ۱۹۱۳ع = ۱۲۹۲ل کال د پښتونخوا د باجوړ په چارمنګ کې زیږېدلی، خو ده زیات عمر په اوسني افغانستان کې تېر کړی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې د بابړې د نامتو ملا په زمانه کې په سیداشاه سیمه کې په جوړ ښوونځي کې کړي، چې زیاتره ښوونکي یې هندي کډوال وو. خو دا مدرسه د بابړې ملا تر وفات وروسته بنده شوه، نو ده بیا خصوصي زده کړې وکړې. 

تر زده کړو وروسته په باجوړ کې و، چې د قبایلو یوه جرګه افغانستان ته تله، دردمند یې هم ملګری شو، هلته یې له غازي امان الله خان سره هم ملاقات وشو. جرګه بېرته راستنه شوه، خو دردمند ترې په کابل کې پاتې شو. د سقاوي اړودوړ په وخت له کابل نه لوګر ته لاړ، خو هلته هم د نادرخان په مشرۍ د کابل رژیم په ضد قوتونه راټول شوي وو، جګړه وه، دی اړ شو، بېرته باجوړ ته ستون شي. 

په ۱۹۳۳ع ۱۳۱۲ل کال مولوي عبدالحی د لمبې په نامه اخبار تاسیس کړ، چې دردمند یې چلوونکی شو، په ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل کال د باجوړ په چارمنګ کې د بل «ازاد پښتون» په نامه د پنځلس ورځني اخبار چلوونکی شو. ددغه اخبار موسس هم مولوی عبدالحی و، چې له انګرېزانو سره د مقابلې او ولسي ښېګڼو په غرض یې پښتو خپرونې کولې. 

په ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال د اباسیند په غاړه د مداخېلو د ازاد سرحد په سیمه کې د المجاهد مرکز سمڅو نومي ځای کې د « المجاهد» اخبار د پښتو برخې چلوونکی شو. بیا پېښور ته لاړ او د حمایت الاسلام د یتیم خانې د پښتو معلم په حیث مقرر شو. د انګرېزانو د سیاسي مداخلې په اثر دغه ښوونځي دوام ونه کړ. بیا له هغه ځایه پکلۍ او د اباسین غرنیو سیمو ته لاړ او په پټن پالس نومې سیمې کې یې د ګرځندوی په توګه مېشت شو. له هغه ځایه سوات ته ستون شو، خو د سوات حکومت دی هلته پرې نه ښود، دیر ته او له هغه ځایه بېرته باجوړ ته ستون شو. په ۱۹۳۸ع = ۱۳۱۷ل کال د غازي ګل صاحب په مشرۍ په ناوه ګۍ کې د انګرېزانو خلاف جګړه پيل شوه، دی د لښکر د ډوډۍ رسولو منتظم وټاکل شو. چې دا جګړه پای ته ورسېده، دردمند سوداګرۍ ته لاس واچاوه او په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال کابل ته راغی. تر څه وخت وروسته دلته له محمد امین خوږیاڼي سره په انیس اوونیزه کې محرر مقرر شو، یو کال وروسته په پښتو ټولنه کې د پښتو کورسونو د استاد په توګه وټاکل شو او هرات ته ولېږل شو. په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال د همدې کورسونو امر او د اتفاق اسلام اخبار د پښتو برخې مسوول وټاکل شو.  په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال کابل ته وغوښتل شو او د پښتو ټولنې مسلکي غړی وټاکل شو. لږ وخت وروسته په فراه کې د سیستان په نامه اخبار تاسیس شو، چې دی د مدیر په توګه ورولېږل شو. په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال له فراه نه پکتیا ته تبدیل شو او د وړانګې اخبار مدیر مقرر شو. په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال بېرته کابل ته وغوښتل شو او د دایرة المعارف د پښتو برخې مدیر شو، لږ وروسته د کابل مجلې مدیر شو. له هغه ځایه د کابل ښاروالۍ اخبار پامیر ته بدل شو او مدیر یې وټاکل شو. په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال د کابل راډيو د مطالعاتو مدیریت غړی شو، یو کال وروسته د هېواد اخبار مرستیال وټاکل شو. او ورسره د سرې میاشتې ټولنې افتخاري رییس هم و.  په همدغه کال د هرات د اتفاق اسلام نشراتي موسسې امر او د اتفاق اسلام اخبار چلوونکی وټاکل شو. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال له هرات نه بېرته کابل ته تبدیل او د کابل راډيو د پښتونستان پروګرام د مدیر په توګه وټاکل شو. 

په ۱۹۶۴ع = ۱۳۴۳ل کال د قبایلو په مستقل ریاست کې د تبلیغاتو امر وټاکل شو. په ۱۹۶۹ع = ۱۳۴۸ل کال له قبایلو بېرته مطبوعاتو ته تبدیل او د هلمند اخبار مدیر وټاکل شو. یوه میاشت وروسته بېرته د هېواد اخبار مرستیال شو او له هغه ځایه بیا د پکتیا د وړانګې اخبار مدیر شو. په ۱۹۷۰ع = ۱۳۴۹ل کال د مطبوعاتو په وزارت کې د پښتو د پراختیا او پیاوړتیا امریت کې امر وټاکل شو. د ښه کار له امله هلته پاچا محمد ظاهر شاه لومړی درجه طلايي مډال هم ورکړ. 

په ۱۹۷۲ع = ۱۳۵۱ل کال د اصلاح ورځپاڼې د پښتو خبرونو مدیر شو، په همدغه کال د راډيو افغانستان د پښتو پروګرامونو امر وټاکل شو، چې د ۱۳۵۶ل کال تر جدي میاشت یې دا دنده ترسره کړه. په ۱۹۷۷ع = ۱۳۵۶ل کال د کلتوري هیات په مشرۍ د سویلي پښتونخوا بلوچستان ته ولېږل شو. په همدغه کال د افغانستان د حکومت په بلنه د سعودي عربستان مکې ته لاړ او حج یې ادا کړ، چې هلته په سعودي کې یې له ګڼو مطبوعاتي کارکوونکو سره لیدنې کتنې هم وکړې. 

د ثور تر کودتا وروسته تقاعد شو، خو ده تر تقاعد وروسته هم په قراردادي ډول په راډيو افغانستان کې د پښتو نشراتو د امر په توګه دندې ته دوام ورکړ. چې بلاخره له دندې برطرف او کورناستی شو. 

په ۱۹۸۰ع = ۱۳۵۹ل کال په کابل کې له ستونزو سره مخ شو، غوښتل یې خپل کتابتون چېرته امانت وساتي او منقول جایدادونه وپلوري. خو په دې کار یې د سرحداتو وزارت خبر شو او دی یې لکه د یوه بندي په توګه په دغه وزارت کې په ورځنۍ حاضرۍ ورکولو مکلف کړ. ده په ۱۹۸۱ع = ۱۳۶۰ل کال په پټه خپله کډه باجوړ ته ولېږله او خپله په کابل کې پاتې شو، چې بلاخره د ۱۹۸۴ع کال د جولای په ۱۱مه = ۱۳۶۳ل د سرطان په ۲۰مه تر واړه اختر یوه ورځ مخکې د یوه ملګري موټروان په مرسته له کابل نه پېښور ته کډوال شو او د روسانو په ضد یې په پېښور کې قلمي مبارزه شروع کړه. 

دردمند په ۱۹۹۰-۷-۲۱ع = ۱۳۶۹-۴-۳۰ ل نېټه په پېښور کې وفات او د رحمان بابا په هدیره کې ښخ شو. 

اثار 

۱.نوی خیال، شعري ټولګه، په ۱۳۲۶ل کال په کابل کې چاپ شوې ده. 

۲.نن، سبا، شعري ټولګه، په ۱۳۲۷ل کال په کابل کې چاپ شوې ده. 

۳.سوچه پښتو لغات، پښتو ټولنې ترې په قاموس کې یوه برخه چاپ کړې ده. 

۴.ملي ناره، په ۱۳۲۸ل کال په کابل کې چاپ شوی دی. 

۵.ادبي سوغات، په ۱۹۲۹ل کال په کابل کې چاپ شوی دی. 

۶.ملي یووالی، په ۱۳۳۱ل کال په کابل کې چاپ شوی دی. 

۷.قبایل شناسي، په دري ژبه په ۱۳۳۹ل کال په کابل کې چاپ شوی دی. 

۸.ملي غیرت، په ۱۳۴۰ل کال په کابل کې چاپ شوی دی. 

۹.د خپلواکۍ تړون، څلور ټوکه، له ۱۳۴۳تر ۱۳۴۷ل پورې په کابل کې د قبایلو وزارت خپاره کړي دي. 

۱۰.پښتو لیکونه، په ۱۳۵۱ل کال په کابل کې چاپ شوی دی. 

۱۱.نارنج ګل کتاب (تدوین او سریزه)

۱۲.پښتو ډرامې، په کابل کې چاپ شوی دی. 

۱۳. وښکلې توره، ناچاپ

۱۴.پښتو لیکونه، دویم ټوک

۱۵.سورکفن 

۱۶.زموږ رسول 

۱۷.پښتو موسیقي ( درې ټوکه)، د اتیا تنو پخوانیو شاعرانو د چاربیتو مجموعه. 

۱۸.عضوي طب، ( درې ټوکه)

۱۹.د ګودر ګلونه، څلوېښت زره بیته شعرونه

۲۰.ولسي دستورالعمل 

۲۱.خوږې قصې 

۲۲.مجاهدین او مهاجرین 

۲۳.اوښکې ( قطعات)

۲۴.نومیالي پښتانه

۲۵.د پښتو قاموس 

۲۶.د غم سیلاب 

۲۷.د ازادۍ چیغې

۲۸.پښتو ادب 

۲۹.سمسور پسرلی 

۳۰.ملوک الطوایفي 

۳۱.فولکلوري ولسي سندرې 

۳۲.د حج د سفررساله

۳۳.نومیالي مشاهیر 

۳۴.پښتو کلتوري قصې 

۳۵.قلمي جهاد 

۳۶.انقلابي چغې

۳۷.د جنګ خبرې خوږې، ساعت یې تریخ دی

۳۸.زما د ژوند داستان 

د دردمند د نظم او نثر نمونې: 

د پښتون دنیا 

چې غزنوي په کې د فتح منارونه کړه جوړ

چې احمدشاه په کې د فخر یادګارونه کړه جوړ 

چې میرویس خان په کې د فکر ګلزارونه کړه جوړ 

چې اکبرخان په کې د تورې ګوزارونه کړه جوړ

بر د امو نه تر سند روده د پښتون په نامه 

د عظمت نښې دي موجودې د ژوندون په نامه 

 

شهاب، غیاث وايي شېرشاه او خوشال خان داسې 

سیدال ناصر او ایمل خان وايي غازیان داسې 

رنګین میوند او سور خیبر وایي جهان داسې 

توره ټوپک او لوړ همت وایي ځوانان داسې 

لر او بر پښتون، افغان او ورورولي یوه ده 

ژبه، وطن او خپل مرکز پښتونولي یوه ده 

 

چې قندهار به وکړ غږ تر پېښوره پورې 

لوی او واړه به تلل په منډه تر بندره پورې 

غیرتي ځوان به رساوه ځان تر سنګره پورې 

پېغلو به وړې توښې میدان ته تر لښکره پورې 

غر او سمه ښکته پورته دا لوی کور و زمونږ 

لرو که بر یوه وروري وه ځکه زور و زمونږ 

 

د خپل او زوی په نوم دښمن مونږ بېلولی نه شو 

فتحه زمونږه په نصیب وه چا نیولی نه شو 

خپلو منځو کې مونږه بل چا جنګولی نه شو 

فخر په نوم د لوی پښتون و چا وهلی نه شو 

په هر میدان به جګېدو د حریت دپاره 

زمونږ جرګې او فیصلې ملي وحدت دپاره 

 

که درانی، که ترکاڼی که خوږیاڼی یادېدو 

که مشواڼي خیلوزي او شلماني یادېدو 

که یوسفزي، مومند، خټک او سړبني یادېدو 

که اپريدي، وزیر، مسعود او بېټني یادېدو 

ددې ایشیا دپاره فخر کارنامې وې زمونږ 

داباسین په شانته مستې هنګامې وې زمونږ 

 

که سلیمان خېل و که نورزي او ملیزي وروڼه وو 

که محمدزي او بارکزي او اتمانزي وروڼه وو 

که اڅکزي، بلوڅ، وردګ او که ځاځي وروڼه وو 

که وو منګل، ساپي، شینواري، احمدزي وروڼه وو

فرق د تاجک او د پښتون نه شته افغان یو دی 

پښتو، پښتون او پښتونخوا پښتونستان یو دی 

+++++

 

د پښتون نیکه غږ 

په نیمه لار کې، لاړم بیدیا ته 

نظر مې والوت، جګې فضا ته 

غوږ مې نیولی و، د چا وینا ته 

په غوږ مې واورېده، ګوره دنیا ته 

د رازو نیاز نه واخله الهام 

شاعره خپور کړه، زمونږ پیغام 

 

زامنو پاڅئ، وخت د منزل دی

ټول سره یو شئ، وطن مو خپل دی

مینې ښکاره کړئ د عشق محفل دی

دوستي پیدا کړئ، وخت د عمل دی

مینه او وینه چې بدل نه کړئ 

په پښتونوالې ځانونه خپل کړئ 

 

پښتونه قامه د سترګو توره

ژوندون دې خلاص کړه، د لوی پېغوره 

درسونه لوله، تاریخ وګوره 

دنیا خبره زمونږ له زوره 

ځان  عاشقان کړي په عقیدو سم 

زمونږ په شانته په ارادو سم 

 

زړو کې پیدا کړئ د مینې راز 

ګورئ انجام ته د خپل اغاز 

په غوږو واورئ دغسې راز 

وکړئ پرواز، لکه د باز 

مقصد ته رسي، هغه ملت 

چې پېژاندلی، ملي وحدت 

 

ټول خواږه وروڼه خواږه دوستان شئ 

خواږه ملګري، خواږه یاران شئ

پیرزو ښکاره کړئ او مهربان شئ 

علم حاصل کړئ، علمي پوهان شئ 

درد او دردمند ته پیدا درمل کړئ 

وخت د عمل دی، ښکاره عمل کړئ. 


باجوړ

د نيکه نه راته پاتې يوه توره بل لوړ دى 

 دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

په هر ناو کى يې چينې دي، ډک کانونه خزانې دي 

هر يو بوټى يې کيميا او د موسم په عطر غوړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

چې بهار او پشکال شي، د گلونو استقلال شي 

ورشوگانو ته چې گورو، د ژوندون ښکلی دفتر دی

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

په دى غرونو کې باغونه، په کې ستوري چراغونه 

 دي روان په کې رودونه، خو د پاسه پرې وچ خوړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

که باټوار او که کيمور دى، د ابشارو په کې شور دى 

خو د لاندې کروندې او لوی پټی زمونږه شړ دی

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

د يوې گېډې مزدوران يو، په بازار کې فقيران يو 

 خو گوندۍ او تربګنۍ باندې هر کلى مو ککړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

نه هنر او نه کمال شته، نه تعليم ته د چا خيال شته 

 د رڼا نه لرې پاتې، نه پوهېږو چې څوک پړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

د ډيوې تتې رڼا ته، د څپياکو د اور خواته 

د انسان حيوان تر منځه، په کوټه کې يو اخور دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

د تاريخ په کرونده کې، رانه ورانه ماشوړه شوه 

چى څه وگټو د ورځې، هغه ټوله يوه شوړه شوه

د انسان او د حيوان د اوبو څښلو يو جوړ دى 

 دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

کور په کور کلې په کلي، د گوندۍ تربگنۍ څلي 

 شاه زلمي په کې وژلي، د تروکي په لکړ دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

قلعه گانې جېلخانې، لوړ برجونه يې ټاڼې 

 ترې چاپيره سره اورونه، سوله مات او کور سنگر دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

نه برېښنا او نه سرک شته، نه د اصل ژوند درک شته 

دردمند ورته حيران او ناصر خان په ژړا سر دى

دا زمونږه باجوړ دى، دا زمونږه باجوړ دى

 

ای ښاغليه انسانه!

ای، چې د کایناتو په صحنه کې ستا شعور او بصیرت د فضا چت ښکلوي!

ای د خواهشاتو او خیالونو ډکه جسمه! 

ای هره ورځ د نویو ارزوګانو او هیلو خاونده!

د مینې او محبت ښایسته نمونې! 

ای په حسن او جمال میین روحه! 

ای د پهلوانۍ او قهرمانۍ دعوه ګیره، د لوړ فکر خاونده، د خندا او ژړا کالبوته، د عشق او میینتوب جذبې!

چې کله په دنیا حکمراني کوې او کله د ژوند په فلسفه پسې د جهان قلندر شې!

ته دومره مستانه جذبه او رندانه احساسات لرې چې د افتخار ګټلو دپاره تا یو دم د قربانۍ میدان ته حاضر کړي. 

اوف- دومره درد؟ داسې ناقراري؟ هومره ژړا؟ داسې خندا چې په اشارو او تبسم پسې درڅخه ځان هېر شي؟ ستا د ژوند رنګین داستان څومره خوږ او د لوستلو وړ دی، مګر ته یې نه شې لوستلی، ځکه ته هغه ممثل یې چې نور دې ننداره کوي. ستا هلې ځلې په دې امېد چې زحمت پسې راحت، په سختۍ پسې اساني، په بیلتون پسې وصال شته. رښتیا کامیابي له ناکامۍ څخه موندل کیږي او روغتیا بې د درد ګاللو خوند نه لري، نو ای ښاغلي انسانه سلام!

ستا لوی سرګذشتونه چې ښاپېرۍ دې له دېوانو څخه ازادولې او د خپل عشق په دام کې دې نیولې، ستا هغه غټ کارونه چې له ګامونو څخه دې ذرات د لمر په وړانګو کې ناقرار دي. 

د یوه ښکلي جهان په ودانۍ پسې ارماني ګرځې، مدني ښارونه دې جوړ کړل، تهذیبي هنګامې دې ګرمې کړې، مګر بیا هم ستا روح او ستا ارزوګانې په بیدیا پسې سیلاني منډې وهي. 

ایا دا په څه پسې دومره سلګۍ وهې؟ داسې غزونې او ناقراري کوې؟ خوښي وجود نه لري، که ستا څخه مروره ده؟ 

ای د روښانه ایندې په انتظار ښاغلي انسانه! چې کله پورته الوزې، کله لویې میرې ګزوې. 

دا د ځان په فکر که د نورو د راحت دپاره؟ ستا عاطفې او زړه سواندۍ ته سلام!

ستا سخاوت او شجاعت ته سلام! ای د لویو ارزوګانو او ځوان فکر خاونده! 

چې د زمکې په مخ او د اسمان په چت هم قانع نه یې، محدودیت او قیدیت ستا ارزو نه مني، اما دغه وسیعه دنیا دې په ځان تنګه کړې او د ژوند په مدارجو کې ستړی ستومانه یې. نو که غواړې ای شریف الوجوده، چې د موفقیت مقام ته ورسې او د فضلیت په فرش کېنې او دنیا ودانه کړې، نو هغه دنیا جوړه کړه چې هلته عدل او انصاف، کامله عقیده او صبر، لویه حوصله او ازاد قضاوت د برېښنا په شان رڼا کوي، پاک زړونه، سپېڅلي ضمیرونه او ویښ افکار، د مینې او محبت وي. په یو بل د علم او پوهې پېرزوینه وي، نه ظالم وي او نه مظلوم، نه غلا وي او نه دروغ، نو بېشکه ستا ارزوګانې به د ایمان او عقیدې په وزرو والوزي او ته به داسې جهان معرفي کړې، چې هلته به روح سلطان وي، عقل به وزیر وي او حسن او عشق به درته مبارکي وايي. دغه ژوند او حقیقي سعادت به دې نصیب شي. ځواني او شاعري به په کې ستا د ارزوګانو ترجماني کوي او ستا زحمت به د راحت عامل وي، نو ای ښاغلي انسانه، سلام ستا دې ناقرارۍ ته سلام!

(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۳۸۵-۳۹۵مخونه / وینه په قلم کې، ۱۸۷-۱۹۷مخونه/ پښتو ویکېپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)

------------------

دوست شینواری 

دوست شینواری د سیدعمر زوی په خټه شینواری د ۱۹۲۵ع = ۱۳۰۴ل کال په شاوخوا کې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په ثناخېلو کې زیږېدلی دی. 

لومړنۍ دودیزې دیني زده کړې یې په خپله سیمه کې کړي او بیا په تحصیل پسې پېښور ته تللی، هلته یې په کوهاټ، مردان، هشنغر او پېښور کې په سیمه ییزو مدرسو کې زده کړې ده. 

په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال د ننګرهار په نجم المدارس مدرسه کې شامل شو، تر دوه کالو پورې هلته زده کوونکی و، بیا د کابل عربي دارالعلوم ته تبدیل شو او په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال له دغه دارالعلوم په لوړه درجه فارغ شو. د همدغه کال په حوت میاشت کې د انیس ورځپاڼې لیکوال غړی شو. 

دوست شینواری په ۱۹۶۴ع = ۱۳۴۳ل کال د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته لاړ، یو کال یې په لیننګراد(اوسني سان پترزبورګ) کې د روسي ژبې د زده کړې کورس ولوست او بیا یې د رستوف ښار د دولتي پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې زده کړې وکړې او د ماسټرۍ سند یې واخیست. 

هېواد ته په بېرته ستنېدو د پښتو ټولنې غړی شو او بیا چې پښتو ټولنه په علومو اکاډمۍ کې مدغم شوه، دی یې د ژوند تر پایه غړی و. په دې لړ کې د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز مشرتوب هم ورسپارل شوی و. 

له پخواني شوروي بېرته په راستنېدو له دوست شینواري سره د شعر پخوانۍ مینه پاتې نه شوه او ډېر لږ شعرونه به یې ویل. خو پښتو څېړنې به یې په کابل مجله کې خپرېدې. 

لیکوال، شاعر او څېړونکی دوست شینواری د ۱۹۹۳ع کال د مارچ په ۳۱مه = ۱۳۷۲ل کال د حمل په ۱۱مه نېټه د افغانستان د پوځ په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د زړه ناروغۍ له کبله د ۸۵ کلنۍ په عمر وفات او د کابل په سمېنټ خانې هدیره کې ښخ شو. 

دوست شینواری لیکوال و، چې ادبي نثرونه یې د وخت په خپرونو کې خپاره شوي، شاعر و، چې څو ټولګې یې خپرې شوي، څېړونکی و، چې د افغانستان او پښتنو په اړه یې څېړنیز اثار د پښتو ټولنې، د افغانستان علومو اکاډمۍ او دده د کورنۍ له خوا خپاره شوي دي. 

اثار 

۱.د افغانستان ژبې او توکمونه، ۱۳۵۴ل، پښتو ټولنه، کابل 

۲.دپښتو د ولسي ادب لارې، ۱۳۵۶ل، پښتو ټولنه، کابل 

۳.پښتانه کوچیان، (لومړی ټوک)، ۱۳۶۲ل، د پښتو څېړنو نړۍ وال مرکز، کابل

۴.د ادب د تیورۍ اساسونه، ۱۳۶۵ل، د چاپ او خپرونو دولتي کومېټه، کابل 

۵.زړه پانګه، ۱۳۶۳ل، د پښتو څېړنو نړۍ وال مرکز، کابل 

۶.د خوشال خټک ناچاپ اشعار، (یوه برخه یې په ۱۳۵۹ل کال د خوشال خان په کلیات کې خپره شوې ده).

۷.افغانستان په اوېستا کې، ۱۳۶۹، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، کابل 

۸.ژبپانګه، ۱۳۷۷ل، دده د کورنۍ له خوا، پېښور 

۹.پښتانه څوک دي؟ ۱۳۷۷ل، دده د کورنۍ له خوا، پېښور

۱۰.د طبي بوټو قاموس، ۱۳۷۹ل، دده د کورنۍ له خوا، پېښور 

۱۱.سلګۍ ( شعري ټولګه)، لومړی چاپ ۱۳۴۶ل، پښتو ټولنه کابل، دویم چاپ ۱۳۸۹ل، دده د کورنۍ له خوا، پېښور

۱۲.د مېرزا خان انصاري دېوان، تدوین، سریزه او حاشیې، ۱۳۵۴ل، پښتو ټولنه، کابل.

۱۳.روښاني رساله، ۱۳۵۵ل، پښتو ټولنه، کابل.

۱۴.د سکندرخان خټک لیلا او مجنون، ۱۳۵۸ل، پښتو ټولنه، کابل. 

۱۵.د صدیق دېوان، ۱۳۵۸ل، پښتو ټولنه، کابل 

۱۶.دعلم رساله، ۱۳۶۴ل، د افغانستان علومو اکاډمي، کابل.

۱۷.اختیارات بدیعي

د دوست شینواري د نظم او نثر نمونې: 

زما غوښتنه 

نه وایم دا چې هاغه راکړه او دا نه غواړمه 

هر څه چې ته راکوې، نوره له تا نه غواړمه 

بې له یو زړه او بینا سترګو نور څه مه راکوه 

همدا مې بس دی، زه دولت او دنیا نه غواړمه 

ښه شو چې پوه په ښه او بد دې کړم، ملا دې کړمه 

خو درنه وږی تږی زوی د ملا نه غواړمه 

لوږې او تندې قبلوم که مخمصې وي خو هم 

د بل د درد د دردېدلو فتوا نه غواړمه 

د بې غمۍ مهرباني په احمقانو وکړه 

چې احمق نه یم، خوشالي او خندا نه غواړمه 

ستا په ماړه جهان کې خیر دی، که نهر ګرځمه 

خو د افغان د بدو ورځو سلا نه غواړمه 

چې د پښتون لاس وي تڼاکې د بل چا لپاره 

زه فیصلې په دې تقدیر او قضا نه غواړمه 

که هرڅه غواړم، خو په زیار او د تندي په خولو 

کوم صاحب نه یم، زه دې هیڅ شی وړیا نه غواړمه

++++

راز 

نورو مینو نه مې پاک د زړه حرم کړه – یو ستا راز مې د پرېشانه زړه همدم کړه

لکه شمعه مې مه سوزه هدیرو ته – ما رڼا د پښتونخوا ددې تورتم کړه 

چې ارزښت مې د ژړا مقام د ګل شې – زما اوښکې هسې توی لکه شبنم کړه 

ددې وخت لات او منات ته په رکوع دي – دا ټيټ سري خواهشات مې بېرته سم کړه 

بې غمي چې د ناکسو په نصیب شوه – د عمرو سره ملګری زما غم کړه 

چې مدام وي د پښې ابلو د پښو پلونه – دا حقیر لېمه مې دومره محترم کړه 

چې یې پلونه رهنما د قافلو وي – د افغان کاروان سالار د ټول عالم کړه 

د غفلت بستر مو وخوړل هډونه – دا اوږده اوږده خوبونه راته کم کړه 

د وختو پسرلی راشي بېرته لاړ شي – په قامي پسرلو دا شاړې ارم کړه 

د بیدیا ګل 

تنهايي کې راپيدا یم تنها پایم – له چمن او له باغونو نا اشنا یم 

غمشریک د لېونو او ځوانیمرګو – تل دېره په هدیره او په بیدیا یم 

د لیلا د باغچې خیال راسره نه شته – زه یو ګل د لېونیو د دنیا یم 

د چمن د ګلو ناز دې په ملیار وي – زه خودرویه بې نیازه بې پروا یم 

هیڅ صحبت مې د چمن له ګلو نه شي – د وحشي په شان دېره په وچ صحرا یم 

کله کله د شبنم په اوښکو زیست کړم – کله کله بیا د زړه په وینو پایم 

هر سبا مې سترګې ډکې وي له اوښکو – خبر نه یم په ارمان د کوم سبا یم 

فطرت راکړل ډېر داغونه په ځيګر کې – د بهار تازه موسم کې په ژړا یم 

پرېشاني مې بهار نغاړي څو رنګو کې – خودسره کفن له رویه تل رسوا یم 

نه مې ځای شته په وربل نه په شملو کې – د سپېرو بادو په مخکې په نڅا یم 

که تازه یمه که مړاوی، که رژېږم – څه چې وخت راباندې کاندې زه سلا یم 

په زړه سل رنګه داغونه په خوله خاندم 

دوسته ! پوه زه د ژوندون په تقاضا یم

د زیارت ډيوه 

د جمعې شپه وه، نه پوهېږم چې څه سودا واخیستم، خو له کوره ووتم. چېرته لرې مې څه رڼا تر نظر راغله او د یوه لېوني په شان په منډه منډه ورغلم. 

لویه هدیره وه، زاړه قبرونه وو او د لوحو نه پرته نور څه په سترګو نه لیدل کېده. 

هلته د کوم زاړه قبر سرته ډيوه لګول شوې وه، دا ډيوه به ښايي کوم داسې غریب او یا کونډې لګولې وه، چې خپل کور به یې تیاره و، خو هدیره یې رڼا کړې وه او په دې ذریعه به یې د مړو نه د ژوند مرادونه غوښتل. 

دا کار که څه هم ګناه وه چې بې ځایه تاوان و، خو هغه ته خپلې عقیدې ثواب او ښه کار ښودلی و. 

ما د زیارت ډيوه وليده، نو د ناپوه او نا رسېدلي قوم لیکوال او پوهان راپه زړه شول، د پوهو قومونو پوهان داسې مثال لري، لکه د کورونو ډيوې، چې ټولو ته یې رڼا رسیږي او رڼايي یې بې ځایه نه وي. 

په نا پوهو قومونو کې پوهان د زیارت د ډيوو په شان سوزي، رڼا ورکوي او په سوزو ګداز مري، مګر قوم د مړو په شان ورنه فیض نه شي اخیستلای. هغه قوم چې پوهه نه لري، د پوهانو قدر هم ورسره نه وي. کله یې لېوني او مالیخولیايي بولي او کله یې له ځانه شړي. مونږ چې نه پوهېدو ځينې پوهان مو له ځانه شړلي او کوم وخت چې پوه شو، بیا مو د هغو هډوکي بېرته راوړي دي. 

------

 

د پلار وصیت 

کوم وخت چې د هغوی د پلار وروستۍ سلګۍ وې او د ژوندانه له خوږو ترخو یې سترګې پټولې، خپل زامن یې راټول کړل او هغوی ته یې داسې وصیت وکړ: 

زامنو نژدې ده چې د ژوندانه سره مخه ښه وکړم او د تل لپاره ځان د ابدي خوب غیږې ته وسپارم. تاسو ته به زما بیلتون ډېر تریخ او ستوغ وي، خو مه خپه کېږئ، زما د مړینې ورځ د لوی اختر د ورځې نه کمه مه ګڼئ او دوستانو او خپلوانو نه د فاتحې په ځای مبارکي وغواړئ، ځکه چې زما د مرګ ورځ هغه وخت دی، چې ستاسو د سړیتوب او لویۍ میاشت رادبره کیږي. 

ده وویل، زوړ پلار داسې مثال لري، لکه په یوه باغ کې زړه ونه او زامن یې دهغو نیالګو په شان دي، چې ددغې ونې لاندې ولاړ وي. 

تر څو چې دغه زړه ونه لرې نه شي، دغو نیالګیو ته د ودې او مېوې نیولو فرصت نه پیدا کیږي. قدرت په خپله ددغه باغ باغوان دی او زړې ونې ددغو نیالګیو د ګټې لپاره لرې کوي. 

په دنیا کې د مرګ نه لوی خیر رسوونکی بل نه شته، ځکه چې له یوې خوا نه هغه ستړي بوډاګان چې له ژونده خوند نه شي اخیستلای او په کړاو وي، د ابدي استراحت په بستر کې ویده کوي او د بلې خوا نه نور خلک د هغوی د زحمت نه خلاصوي. 

که د دنیا په مخ د مرګ سیلۍ نه لګېدای، نو اوس به خلک ددې وړې کرې په مخ هم نه شو ځایېدلی. د یوه مرګ د نورو وږو لپاره د مړښت زېری دی. په خپل ژوند کې چې مونږ څه لرو، اکثر یې راته له پخوانیو نه پاتې دي او که زمونږ پخواني نه مړه کېدلای، مونږ به ټول مسکینان وو. هیڅ به مو نه درلودای. مونږ به هغه وخت د خپلو زړو د پاره د مرګ سوالونه کول او یاد ځان دپاره....

نو اوس خو پوه شوئ چې ستاسو ژوند زمونږ په مرګ کې دی، نو زما په مرګ مه خپه کیږئ! هغه وویل ترڅو چې څوک زاړه کالي ونه باسي، نوي نه اغوندي، په یوه کور کې چې زاړه لوښي مات نه شي تر هغې څوک د نوو غم نه خوري. په یوه پټي کې هغه وخت نوی تخم کرل کیږي، چې زوړ ورنه ورېبل شي او....

مطلب دا چې نوو ته هغه وخت ځای پیدا کیږي، چې زاړه له مینځه لاړ شي. تاسو ځوانان یاست او زه زوړ، نو زما تګ د خپل ځان دپاره خیر وګڼئ. 

هغه وویل، زما مور او پلار دې خدای وبښي ډېره ساده ګان وو، ځکه زه چې کوم وخت پیدا شوم، هغه ډېره خوشالي کوله، خو اوس پوه شوم چې هغوی په هغه ورځ ستاسو دپاره د نن ورځې غم زېږولی و، نو تاسې د اولاد په زېږولو ډېر مه خوشالېږئ، ځکه چې دغه خوشالي به د بلې ورځې غم وي. او زما په مرګ هم ډېر مه خپه کیږئ،  چې هغه به د یوې بلې خوشالۍ زېږوونکی وي. زما مړینه ستاسو دپاره خیر دی او په دې باره کې له ماسره ښه فلسفه شته، که هغه مې ټوله تاسو ته پخوا ویلی وای، ښايي تر اوسه به مو ژوندی نه وم پرېښی، خو همدومره درته وایم چې زما په مرګ مه خپه کېږئ!

(اوسني لیکوال، ۱ ټ، ۳۹۶-۴۰۳ مخونه / پښتو ویکیپیډیا/ د لیکوال یادښتونه)

----------------

عبدالشکور رشاد 

عبدالشکور رشاد د عبدالغفور خان زوی، د حاجي محمد ایاز خان لمسی، د محمدجان خان کړوسی، د نیک محمد خان کوسی او د لکي صاحب خان کودی، په خټه بابړ د ۱۹۲۱ع  کال د نومبر په ۱۴مه = د ۱۳۰۰ل کال د عقرب په ۲۳مه د کندهار ښار په بابړو کوڅه کې زیږېدلی دی. 

د دوی کورنۍ په حکومتي چارو کې  د احمدشاه دوراني او د هغه د اولادې همکاره وه او په دربار کې یې مهمې دندې لرلې. دده د لوی نېکه ورور ګل محمد خان بابړ د تیمورشاه د زوی شاه زمان خسر و. شاه زمان، د تیمورشاه تر مړینې وروسته د افغانستان پاچا و. 

رشاد په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال په کندهار کې له لومړني ښوونځي بریالی راووت او نورې زده کړې یې په خصوصي توګه وکړې. 

په ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل کال د ابتداییه ښوونځي ښوونکی شو چې دا دنده یې تر ۱۹۴۲ع = ۱۳۲۱ل کال پورې روانه وه. په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د کندهار د ښاروالۍ ټولنې رییس او یو کال وروسته د کندهار ښاروالۍ مرستیال وټاکل شو. له ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال نه تر ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال پورې په هند کې و. هلته یې د پښتنو د لویو کورنیو په اړه څېړنې وکړې، چې «لودي پښتانه» او «سوري پښتانه» کتابونه یې ولیکل او یایې سرچینې ورته وموندې. همدارنګه یې هندي ژبه او دیوانګري لیکدود زده کړ، دغه راز یې سانسکرېټ او انګلیسي ژبه هم تر څه حده زده کړې. په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال وطن ته راستون او د پښتو ټولنې مسلکی غړی شو او یو کال وروسته د پښتو ټولنې مسلکي مرستیال وټاکل شو. په همدې کال د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو په استادۍ هم وویاړل شو. 

رشاد د ویښ زلمیانو د سیاسي ګوند غړی هم و او د ګوند لپاره د کندهار حوزې په مهمو شخصیتونو کې شامل و. په ۱۹۵۲ع کال په کندهار کې د ملي شورا ټاکنو ته کاندید شو، خو د وخت والي عبدالغني خان قلعه بیګي له دغه خوځښت سره د مخالفت له امله دده د رایو صندوقونه ضبط کړل او دی یې له انتخاباتي سیالۍ ویوست. 

په ۱۹۶۱ع = ۱۳۳۹ل کال د پخواني شوروي اتحاد سنت پترزبورګ ( پخواني لیننګراد) ته د پښتو ژبې د استاد په  توګه لاړ، دوه نیم کاله یې هلته تېر کړل. بېرته په راستنېدو یې د کابل په ادبیاتو پوهنځي کې بیا تدریس پيل کړ او په ۱۹۷۴= ۱۳۵۲ل کال د پوهاندۍ لوړه رتبه ورکړل شوه. دی څو کاله د پښتو ادبیاتو د ډيپارټمنټ امر هم و. ده تر پوهنتون دننه او بهر سلګونه شاګردان روزلي، چې ټول یې د ښه تدریس او اوچتې پوهې اوصاف بیانوي.

په ۱۹۷۸ع = ۱۳۵۷ل کال د ثور تر کودتا وروسته تقاعد کړای شو، ده له کودتايي رژيم سره مخالفت لره، خو بیا یې هم هېواد پرې نه ښود او  له پښتو ټولنې، علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون سره یې خپلې علمي اړیکې وپاللې.

رشاد لکه د نورو په شان د پښتو ادبیاتو د پالنې لومړنی تمایل د شعر له لارې څرګند کړی او په ۱۳ کلنۍ یې شعر لیکنه پيل کړې ده. 

د ثور له کودتا وروسته یې په بېلابېلو رژيمونو کې څو شعري ټولګې لیکلي، چې د پردیو د مداخلو په نتیجه کې رامنځته شوي رژيمونه او د هغو تګلارې یې غندلي دي. د روسانو د یرغل په کلونو کې یې د ملحدشاهۍ په نامه یوه شعر ټولګه لیکلې، له ۱۹۹۲ع بیا تر ۱۹۹۶ع کلونو ترمنځ چې د پېښور ساخت جهادي تنظیمونو افغانستان دړې وړې کړ، د تنظیم شاهۍ یا ملا شاهۍ په نامه شعري ټولګه او د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ په وخت یې د طالب شاهۍ په نامه شعري ټولګه چمتو کړې وه، چې چاپ شوي دي. 

پوهاند رشاد جاپان، هندوستان، پاکستان، یمن، امریکا او سعودي عربستان ته شخصي سفرونه هم کړي، خو بیا هم هلته پاتې شوی نه دی او له جګړو سره سره بیا هم بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. 

عبدالشکور رشاد له شاعر نه زیات یو دقیق او باریک بین څېړونکی و، چې د پښتنو د تاریخ، فرهنګ او د پښتو ژبې د ريښو او تاریخي جغرافیا په لړ کې یې ګڼ اثار لیکلي او خپاره کړي دي. دی د پښتود کلاسیکو متنو د مشکلاتو د حل کولو یوازینۍ مرجع وه. پوهاند رشاد د علمي تبحر، پاکنفسۍ، ادبي او علمي تقوا او په ټولو علمي چارو او نظریاتو کې د بېساري احتیاط له امله د پوهانو او روښانفکرو ترمنځ د خاص محبوبیت خاوند ګڼل کېده. ده ته د ژور علم او پوهې له امله په ۱۹۸۶ع = ۱۳۶۵ل کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ تر ټوله لوړه علمي رتبه (اکاډمیسن) ورکړل شوه او په شخصي او ملي ادبي غونډو کې د پښتو ژبې او ادب مینه والو ورته د علامه لقب ډالۍ کړ. 

رشاد د ۲۰۰۴ع کال د ډسمبر په لومړۍ = ۱۳۸۳ل کال د قوس په ۱۱مه د چارشنبې په ورځ په کابل کې وفات او په سبا ورځ د کندهار پوهنتون په چاپيریال کې خاورو ته وسپارل شو. 

اثار

۱.ملحدشاهي یا کمونېست شاهي (شعري ټولګه)

۲.تنظیم شاهي (شعري ټولګه)

۳.طالب شاهي ( شعري ټولګه)

۴.لودي پښتانه، ۱۹۵۸ع، پښتو ټولنه، کابل

۵.ډهلی د پښتنو په وخت کې، ۱۹۶۰ع، کابل 

۶.د لیو تولستوۍ درې نکلونه ( پښتو ژباړه)، ۱۹۶۱ع، کابل 

۷.پښتو قرات د یوولسم ټولګي لپاره، ۱۹۶۱ع، کابل 

۸.پښتو قرات د دولسم ټولګي لپاره، ۱۹۶۱ع، کابل

۹.د امیرخسرو دهلوي هندي شاعري، ۱۹۷۴ع کال، کابل 

۱۰.د خیرالبیان لغتونه، له سریزې سره ګډ ۱۲۲مخونه، ۱۹۷۴ع، کابل 

۱۱.د خیرالبیان په سریزه درې مقالې، ۱۹۷۴ع، کابل

۱۲.د دولت لواڼي دېوان، ۱۹۷۴ع، کابل 

۱۳.د واصل روښاني دېوان، سریزه او تدوین، ۱۹۷۴ع، کابل 

۱۴.پاڼيڼي، اښت ادهیای او په هغه کې پښتو کلمې، ۱۹۷۵ع، کابل 

۱۵.ګیتانجلۍ، د ټاګور اثر ژباړه او سریزه، ۱۹۷۵ع، کابل 

۱۶.تاج، د رابندر ناټ ټاګور د پښتو ژباړې سریزه، ۱۹۷۵ع، کابل 

۱۷.د ګولډن شتت د فرهنګ سریزه، ۱۹۷۷ع، کابل 

۱۸.د ګلشن روه سریزه، ۱۹۲مخه، ۱۹۷۷ع، کابل 

۱۹.د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سریزه او سمون، ۱۹۷۷ع، کابل 

۲۰.د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، ۱۹۷۸ع، کابل 

۲۱.بدیع، درسي کتاب د دارالمعلمین لپاره، ۱۹۸۰ع، کابل 

۲۲.د ابن سینا د مخارج الحروف پښتو ژباړه، 

۲۳.د پښتو تجویدونو تاریخچه، ۱۹۸۰ع، کابل 

۲۴.د پښتو اسماءالحسنی سریزه، ۱۹۸۰ع، کابل 

۲۵.د څمکنو میاعمر، ۱۹۸۱ع، کابل 

۲۶.د حاجي جمعه بارکزي دېوان، سریزه، سمون او لغتنامه، ۱۹۸۲ع، کابل 

۲۷.پر افغانستان او برتانوي هند څو خبرې، ۱۹۸۲ع، کابل 

۲۸.د پټې خزانې فرهنګ، ۱۹۸۳ع، کابل 

۲۹.درباره ظفرنامه اکبري و ناظم ان، ۱۹۸۶ع، کابل 

۳۰.د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، ۱۹۸۸ع، کابل 

۳۱.لس مقالې، ۱۹۸۸ع، کابل 

۳۲.سوبهاش چنداربوس، ۱۹۸۹ع، کابل 

۳۳.دزړه وینې(شعري ټولګه)، ۱۹۹۱ع، کابل 

۳۴.د افغانستان بدې ورځې، (شعري ټولګه)، ۱۹۹۴ع، پېښور 

۳۵.لولپه پېغله، (شعري ټولګه)، ۱۹۹۵ع، پېښور 

۳۶.کوروش خون اشام( پاړسي نظم)، ۲۰۰۰ع، پېښور 

۳۷.د پښتنو غمیزه (شعري ټولګه)، ۲۰۰۱، پېښور 

۳۸.خښمېدلې امریکا( شعري ټولګه)، ۲۰۰۲ع، پېښور 

۳۹.د واده کلی کربلا سو (شعري ټولګه)، ۲۰۰۳ع، کابل 

۴۰.د تودو وینو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، ۲۰۰۳ع، کابل 

۴۱.د افغانستان د تاریخي جغرافیې په اړه مرکې، لومړۍ برخه، ۲۰۰۴ع، کابل 

۴۲.تېروتنې( تاریخي – ادبي)، لومړۍ برخه، ۲۰۰۴ع، کابل 

۴۳.بې لاسو ښځه، د لیو تولستوی د اثر ژباړه، ۲۰۰۴ع، کابل 

۴۴.لوی احمدشاه بابا د خلکو له نظره، ۱۹۹۱ع، کابل 

۴۵.روڼې اوښکې، ( شعري ټولګه)، ۲۰۰۵ع، کابل 

۴۶.د ګلانو ګېډۍ، (شعري ټولګه)، ۲۰۰۵ع، کابل 

۴۷.د بېنوا یاد، ۲۰۰۵ع، کابل 

۴۸.ادبي نثرونه، ۲۰۰۵ع، کابل 

۴۹.د کارنامو مېرمنې، ۲۰۰۵ع، کابل 

۵۰.نصاب الصبیان، ۱۹۸۲ع، کابل 

۵۱.فواید فقیرالله جلال ابادي، لغتنامه او تعلیقات، ۱۹۸۰ع، کابل 

۵۲.د پښتو- جاپاني قاموس په باب

۵۳.د حیات افغاني د پښتو ژباړې تصحیح، تحشیه او تعلیقات

۵۴.د حالنامې سریزه، تعلیقات، لغتنامه

۵۵.د پټې خزانې عروضي اړخ

۵۶.د تاریخ سیاح مسیحي کتنه او نظر 

۵۷.د زمانشاه او سلطان ټيپو سریزه

۵۸.پښتانه شعرا درېیم ټوک( له نورو سره په ګډه)، ۲۷ تنه شاعران په کې ده معرفي کړي دي. 

۵۹.د ملاعبدالباقي د تبیین الواجبات سریزه

۶۰.پښتانه شعراء، په اوردو ژبه . په ۸۵۰ مخونو کې په کې هغه ۳۸۳ تنه پښتانه شاعران معرفي شوي، چې په اوردو ژبه یې شعرونه ویلي دي. 

۶۱.پښتانه شعرا په پاړسي ژبه، د هغو ۲۰۰ تنو پښتو شاعرانو معرفي چې په پاړسي ژبه یې شعرونه ویلي دي. 

۶۲.غالب جنګ نواب احمد خان بنګښ او د هغه کورنۍ، ۲۰۰۸ع، کابل 

۶۳.آیا؟ په پښتو او پاړسي ادبیاتو کې پاموړ تېروتنې، ۵۰۰ مخه. 

۶۴.د قومونو او قبیلو په باب یادښتونه، ۶۷۰ مخه 

۶۵.مستشرقین، د ۲۰۰ تنو ختیزپوهانو معرفي، په ۵۴۰ مخونو کې د پښتو او پاړسي ژبو لویدیزپوهان 

۶۶.امین الملک ګل محمد خان غوریاخېل او د هغه کورنۍ ۲۴۰ مخه 

۶۷.ملي قهرمان غازي محمد اکبر خان، ۲۳۰ مخه 

۶۸.سوري پښتانه، ۴۰۰ مخه 

۶۹.د کندهار د مدرسو تدریسي نصاب، ۴۰۰ مخه 

۷۰.حضرت ابوبکر صدیق، ۲۳۰ مخه

۷۱.په زړه پاړسي، پهلوي او اوېستا کې پښتو کلمې( د پوهنتون د ماسټرۍ تدریسي کتاب) ۳۸۰ مخه.

۷۲.د کندهار زیارتونه، ۷۰۰ مخه 

۷۳.ادبي قاموس( شپږ ټوکه) ۴۴۵۰ مخه 

۷۴.پښتانه مصنفین ( درې ټوکه) ۲۳۴۰ مخه 

۷۵.جغرافیايي یادښتونه، ۲۰۱۳ع، کندهار ۱۱۶۰ مخه 

۷۶.د احمدشاهي عصر نومیالي، دوه ټوکه ټول ۹۲۰ مخه

۷۷.د کندهار تاریخي یادښتونه، ۲۱۰۰ مخه 

۷۸.پښتانه مشاهير، درې ټوكه دى ، لومړى ټوك (١٥٠) مخونه ، دوهم ټوك (٢٠٠) مخونه او دريم ټوك يې تر لاس لاندي و لږ ليكل سوى دى .

۷۹.د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چې په افغانستان او پښتنو کې مشهورې دي ، ٢٠٠ مخونه لري .

۸۰.نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوكه دي، لومړى ټوك په هندوستان کې د پښتنو نوابيو او نامتو كورنيو په اړه دى، (٢٧٠) مخونه لري، دوهم ټوك د سدوزو پاچاهانو، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى ، (٩٠) مخونه لري، دريم ټوك د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (١٨٥) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوكونه د پښتنو ټبرونو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوك (٣٢٠) مخونه او پنځم ټوك (١٢٠) مخونه لري .

۸۱.سل متله په اوو ژبو، په دغه اثر کې یې په څلورو ټوكونو كي دپښتو، پاړسي عربي، انګرېزي، روسي، اردو او توركي ژبو ورته متلونه راوړي دي .

۸۲. دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (٣٦٥) مخونه ، دویم ټوك (٤٥٠) مخونه، دريم ټوك (٤٢٠) مخونه او څلورم ټوك (٤٢٥) مخونه لري .

۸۳.د خوشال فرهنگ، دغه اثر اووه ټوكه دى، لومړى ټوك طب نامه (٤٠٠) مخونه، دوهم ټوك بازنامه (٢٦٠) مخونه، دريم ټوك رباعيات او قطعات (٢٨٠) مخونه، څلورم ټوك دستارنامه (٤٨٠) مخونه، پنځم ټوك غزليات او قصايد (٥٢٠) مخونه، شپږم ټوك غزليات او قصايد (٣٢٠) مخونه، اووم ټوك غزليات او قصايد (٣٦٠) مخونه لري .

۸۴.د پټي خزانې فرهنګ، دویم ټوك، (٤٠٠) مخونه لري .

۸۵.د ګلشن روه لغتنامه ، (٨٠٠) مخونه لري .

۸۶. نواب حافظ رحمت خان بړېڅی او د هغه كورنۍ (د افغانستان د علومو اكاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .

۸۷.د فرهنگونو په باب، په دغه اثر كي هغه ټول فرهنگونه چي په ختيځ كي ليكل شوي ، معرفي شوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :

o       پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

o       پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

o       عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

o       توركي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

o       هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).

۸۸.بديع، (٧٥٠) مخونه لري .

۸۹.بيان، (٥٠٠) مخونه لري .

 ۹۰.قافيه، (٦٥٠) مخونه لري .

۹۱.عروض، دغه اثر څلور ټوكه دى، لومړى ټوك (١١٣٠) مخونه، دویم ټوك (٣٦٨) مخونه ، دريم ټوك (٤٤٠) مخونه او څلورم ټوك (۹٥) مخونه لري.

۹۲. معاني، (٦٥٠) مخونه لري .

۹۳.نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو کې، (٥٠٠) مخونه لري .

۹۴.مكتبي قاموس، په دغه اثر کې د ښوونځيو د كتابونو(٦٠٠٠) لغاتونه تشريح شوي دي .

۹۵. ګلشن روه كي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ٢٤٠ مخونه لري .

۹۶.لاله، (شعري ټولګه)، (١٥٠) مخونه لري .

 ۹۷.چاپ سوي څلوېښت حديثه .

 ۹۸.د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (١٥٠) مخونه لري .

۹۹. نيم ديد، (شعري ټولګه) .

۱۰۰.د شعرونو پنځه ټولګې، لومړۍ ټولګه(٦٢) مخونه، دويمه ټولګه (٥٠) مخونه، دريمه ټولګه (١٢٦) مخونه، څلورمه ټولګه (٦٢) مخونه او پنځمه ټولګه (١٨٠) مخونه لري .

۱۰۱.شمس الكفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، ، (١٠٥) مخونه لري ، (نیمګړى اثر) .

۱۰۲.شهيد سردار محمدداود، ١٨٠ مخونه لري ، (نیمګړى اثر) .

 ۱۰۳.امان الله شاه غازي .

۱۰۴.(١٠٠) زاړه لغاتونه .

۱۰۵.د سنسكريت ژبي ګرامر، (٧٤٠) مخونه لري .

۱۰۶.د جاپاني ژبي ګرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٣٠) مخونه او دویم ټوك (١٦٥) مخونه لري .

۱۰۷.د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر هم دوه ټوكه دى، لومړى ټوك (١٦٠) مخونه او دویم ټوك (١٧٠) مخونه لري .

۱۰۸.په پښتو کې مناظرې، (٧٥) مخونه لري.

۱۰۹.الفنامې، (٨٥) مخونه لري.

 ۱۱۰.د پښتو نظم عروضي سيستم، (٤٥٠) مخونه لري .

۱۱۱.په پښتو كي د نظم ډولونه، (٢٩٠) مخونه لري .

۱۱۲.سبك پېژندنه، (٢٠٠) مخونه لري .

 ۱۱۳.د ډورن په پښتو ډكشنري كي تېروتني .

 ۱۱۴.تېروتنې او تېر ایستنې، په پښتو، دري او عربي كتابونو کې .

 ۱۱۵.پښتو نكلونه او پښتو كيسې .

۱۱۶.ځينې ادبي خبرې، (٢٠٠) مخونه لري .

۱۱۷.د جاپان سفرنامه (يونليك)، (٩٠) مخونه لري .

 ۱۱۸.د امريكا سفرنامه (يونليك)، (١٠٠) مخونه لري .

۱۱۹.د يمن سفرنامه (يونليك)، (١٣٥) مخونه لري .

 ۱۲۰.بړيڅي پښتانه، (١٢٠) مخونه لري .

۱۲۱.غازي ايوب خان، (نیمګړى اثر) .

۱۲۲.برمكيان، (٢٢) مخونه لري (نیمګړى اثر) .

 ۱۲۳.زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (٥٠) مخونه لري .

۱۲۴.د سوسيالوجۍ په اړه يادښتونه، (١٢٠) مخونه لري .

۱۲۵.پښتانه شعراء په عربي ژبه کې، (نیمګړى اثر) .

۱۲۶.د پښتو كتابو كاتبان، (١٢٠) مخونه لري .

۱۲۷. تعليقات ، (٦٠) مخونه لري .

۱۲۸. سرياني قصيده، (٤٠) مخونه لري .

 ۱۲۹.د خوشال خان ياد، (١٠٠) مخونه لري .

۱۳۰.عربي ګرامر، (١٢٠) مخونه لري .

۱۳۱.شيخ قاسم سليماني، (١٢٠) مخونه لري .

۱۳۲.د تحفه القاسمي په اړه نیمګړې ليكنه .

 ۱۳۳.د خوستي، تڼي،ګوربزي لهجو ځینې كلمات .

۱۳۴. رقوم نويسي .

۱۳۵. پنځه كتابونه د مختلفو يادښتونو، (٦٠٠) مخونه لري .

۱۳۶.د محاربۀ كابل په اړه نیمګړي تعليقات .

 ۱۳۷.پردي دودونه، (٢٠)  مخونه لري .

۱۳۸.د فوايد دعوا لغتونه، (١٥٠) مخونه لري .

۱۳۹.وحدة الوجود، (٤٠) مخونه لري .

 پوهاند رشاد د افغانستان په زیاترو علمي خپرونو کې مقالې او لیکنې خپرې کړي، چې که راټولې شي، ښايي څو اثاره ترې جوړ شي. دلته دده یاد شوي درېیمه برخه اثار ناچاپ دي، هیله ده چې یو وخت چاپ شي. 

د نظم او نثر نمونې: 

 

حریت 

د مجنون ژوندون به څه وي، چې لیلا مري 

څه په کار دی تش کالبوت چې زړه د چا مري 

زړه ډيوه ده او د خټو په قالب کې 

خدا ومه کړه چې به دا ډيوه د چا مري 

چې مرغه لاړ شي قفس د ماتېدو دی 

که په زړه مرې تش ګوګل دې لا پخوا مري 

هیڅ ممکن نه دی پایښت د هغه پږې 

زړه چې مري کالبوت مجبور دی خامخا مري 

حریت د هر ملت د بدن زړه دی 

که دانه و، هم ملت مري هم بقا مري 

+++++

ودانی 

ودانی ددې وطن غواړي مېړونه 

د ټبر په دردو غم کې غمجن زړونه 

په طلب د سعادت کې ستړې تلي 

له تڼاکو څخه ډک په زیار لاسونه 

په غفلت په درانه خوب نا اشنا سترګې 

د زلمو په عمل مزي مړوندونه 

د بري په مینه مستې تنکۍ هیلې 

د اصلاح په فکر ډوب پاخه مغزونه 

د لوړتیا په درد درمنې پاکې غیږې 

د اولاد په تربیت ستړي فکرونه 

د برېښنا په شانې تېز د فکر غشي 

د فولاد په شانې کلک درانه عزمونه 

 

په پښتونستان کې: ژړانده لېمه او ويړې خولې

زه مو وینم، هر کله چې مخ په پلو ونغاړي، پټې پټې اوښکې تویوي. 

مګر چې مخ مو لوڅ شي، له خندا شنې شنې کیږئ او په خپلو څيرو پيرو سالوګانو کې چې نیم تن مو لا نه شي پټولای ونغښتلې شئ....

آ د ژړاندو لېمو او ویړو خولو مېرمنو!

زه دا منم چې د خلکو د نظر فرېبۍ لپاره تاسې په زیات مهارت او ډېره ساده ګۍ سره دا ریاکارانه طنازي او تصنعي خنداوې کوئ، مګر ډاډه اوسئ، چې ستاسې دا ریاکارانه طنازي او تصنعي خنداوې ستاسې د ژوبلو زړګیو د مسلسلو څړیکو په پټولو کې نه شي کامیابېدلای...

ژور کاته ستاسې د تورو لېمو له سر ورښکو او د څيرو ګرالبو(ګرېوانونو) له لندوولو(پيچ وقات) څخه ستاسې د پټو بخولو او زغملو شواخونونو اندازه لګولای شي. 

سترګور سړي ستاسې د مخو په الوتو بڼو کې ستاسې د خوږمنو زړو ویرلټونکی دیدنۍ لولي. نکته رسه خلک پوهیږي: تاسې خپلې اوښکې د هغه چا له خونړیو سترګو پټوئ چې د ژړولو لاس لري او د اوښکو وچولو لستوڼي ورڅخه نه سته. 

زه تاسې نه ګرموم، وبېرېږئ او هرومرو وبېرېږئ! ولې هغه وحشي او خپلسری طاقت چې بې له خپلې شخصي خوښۍ او غرضه څخه یې بل هیڅ قانون، هیڅ قوت او هیڅ ملاحظه مټ نه شي پېچلای، که خدای دې نه کوي، ستاسې په اوښکو لانده لیمه وویني په وینو به مو وژړوي. 

هو، وبېرېږئ، مګر تر هغه وخته وبېرېږئ، چې د اوښکو او خولو یو ګډ توفان ددغه جابر طاقت د ورکاوي لپاره لېڅې نه دي راغښتي!!

------

 

جګې ماڼۍ او ورېښمینې جامې 

نور څه نه وو، صرف د مستیو بې واکو قهقهو چې کله به د نڅایو سپک مګر زړه پاڅوونکی شرنګ او کله به د خوږو نغمو یوه نرۍ په پرده نغښتې مګر زړه وړونکې ازانګه هم په ګډېدله د هوا څپې سره رېږدولې.... 

هلته ددې عیش او طرب په شخول کې یو مړژواندی زګېروی، چې کله به د خپل لالۍ رېږدېدونکي  معصومانه ږغ هم ورسره وو، د هوا څپو ته سپارل کېدئ...

دا غوڼاشکې د یوه خوارژواکي واړه ماشوم وې، چې د تروږمۍ د شپو په یوه تېر ماخوستن په توره دربېله کې له یخه کپڼۍ اخیستې و او له ترغوني ماښام څخه د یوې وچې سړې ګولې په نامراده هیله د جګې ماڼۍ په لوی تړلي وره پورې زنګېدئ....

د یتیم ماشوم اواز دا ستر حام له ډېرو نارو څخه درېدلی و. ږغ یې تر خوله نه خوت، د وروستي ځل لپاره لوږې او یخ مجبور کړ، په داسې حال چې ستونی یې له غریوه ډک ډک کېدئ او ساه یې په سینه کې نښتله، د خپل وروستي ږغ «خپل لالئ» سره یې لوڅه ککرۍ د جګې ماڼۍ پر کلک درشل ونښته.

په دې ترڅ کې یوه بېوزله ښځه په چټکو مګر بې سېکو ګامو او پلټونکو مګر رنځورو کتو یې جدي تلاښ او طلب څرګنداوه او دغې خواته راورسېدله، چې خوار تپاک یې وروځغستل او هغه نیم بربنډ لاس یې په خورا مینه په زړه پورې ټينګ ونیو، چې مخ ته یې وکتل ناڅاپه یې یوه سوې کریږه تر خوله وختله او په داسې حال کې چې شونډان یې له ژړا مرۍ مرۍ کېدل وویل: 

خواره کونډه کې، مور دې ترتا وګرځي، هغسې دې ځان تر خپلې معصومې ناپوهۍ جار کړ، چې سړی دې په جګو ماڼيو او زړونه دې په ورېښمینو جامو کې پلټل. 

(اوسني لیکوال- ۱ ټوک- ۴۵۸-۴۷۲ مخونه/ پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)

------------------

صدیق الله رشتین

صدیق الله رشتین د مولوي تاج محمد مهتمم زوی په خټه مومند په ۱۹۱۹ع = ۱۲۹۸ ل کال د ننګرهار د مومندو په غازي اباد کې زیږېدلی دی. 

شپږکلنۍ ته به رسېدلی و، چې پلار یې وفات شو او دی یوازې د مورمینې ته پاتې شو. دده پلار د پښتونخوا په بېلابېلو دیني مدرسو کې مدرس او د ځينو مدرسو منتظم او مهتمم و، ځکه نو په مهتمم مشهور و. په انګریزي او عربي ژبو ښه پوهېده. د امان الله خان د رژيم په ضد د منګلو د بغاوت د خاموشولو لپاره په ۱۹۲۴ع = ۱۳۰۳ل له ترنګزو حاجي سره تللی و، چې هلته د غوږ د درد له امله وفات او هماغلته ښخ شو. 

رشتین د قرانکریم ابتدايي زده کړه له خپل پلار نه کړې وه او نوره دیني زده کړه یې له ترنګزو حاجي نه وکړه. په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال د ننګرهار د هډې په نجم المدارس مدرسه کې شامل شو، درې کاله یې دا مدرسه ولوسته او په ۱۹۳۶ع = ۱۳۱۵ل کال د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو. دلته به یې اصلاح اخبار لوست، چې له لیکلو سره یې مینه پیدا شوه او شعرونه او نثرونه یې ولیکل، چې د اصلاح په ګډون به یې په نورو جریدو کې هم خپرول. دا وخت د پښتو ژبې د ودې نهضت پيل شوی و، چې په خپرونو کې هم ورته تبلیغ کېده، ددغه نهضت هدفونو په رشتین هم اغېز وکړ او د پښتو او پښتونولۍ له پالنې سره یې مینه پیدا شوه. له عربي ژبې به یې پښتو ترجمې کولې او ځينې وخت به یې عربي لیکنې هم کولې، چې د کابل په اخبارونو کې به خپرېدې. 

په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال له عربي دارالعلوم فارغ شو. دده مسلک دیني تعلیم و، چې باید قاضي یا مفتي وای، خو ده هغه خوا پرېښوده، د پښتو مینه پرې غالبه شوه او په پښتو ټولنه کې په غړیتوب ومنل شو. یو کال وروسته یې ابتدايي غړيتوب په مسلکي غړیتوب بدل شو او د قواعدو د څانګې مدیر شو. په ۱۹۴۲ع = ۱۳۲۱ل کال د پکتیا د وړانګې جريدې موسس او مدیر، یو کال وروسته د اریانا دایرة المعارف د ترجمو د څانګې امر او څه وخت وروسته د پښتو ټولنې مرستیال شو. په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کا د مطبوعاتو ریاست د نشریاتو د اولې څانګې مدیر، په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال د فراه د سیستان جریدې موسس او چلوونکی، په ۱۹۵۰ع = ۱۳۲۹ل کال د هېواد ورځپاڼې مدیر، په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال د پښتو ټولنې رییس وټاکل شو. پنځه کاله یې دا دنده وکړه او بیا د معارف وزارت سلاکار او د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د استاد په توګه وټاکل شو. تر دې وروسته یې د پښتو ټولنې مسلکي غړیتوب ته دوام ورکړ. په ۱۹۶۳ع = ۱۳۴۲ل کال رشتین یو ځل بیا د پښتو ټولنې رییس وټاکل شو، دغې دندې یې لس کاله دوام وکړ او د محمد داود خان د جمهوریت په پیل کې تقاعد شو. 

رشتین په ادبیاتو پوهنځي کې د پوهاندۍ تر درجې رسېدلی و. په بهرنیو هېوادونو کې یې په کنفرانسونو کې هم ګډون کړی، چې په دغو کې هند، ایران، مصر او روسي ته سفرونه کړي دي. 

اثار 

١- پښتانه شعرا دوهم ټوک . ٢- پښتو کلى شپږم ټوک . ٣- پښتو لومړى ليار ښوونکى . ٤- د پښتو ادب تاريخ . ٥- د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه . ٦- د پښتو لوى ګرامر ( په پاړسي ژبه ) . ٧- نوى ژوند ( د پښتو نستان په باب ) . ٨- د پښتنو مجاهدې ( تاريخي ) اثر دى . ٩- پښتو قصې . ١٠- دهند سفر . ١١- پښتونيار . ١٢- د معارف د دویم ټولګي لوستنه . ١٣- د معارف د دريم ټولګي قرائت . ١٤- د مينې هنداره ( له عربي نه ترجمه) . ١٥- د معارف د شپږم ټولګي دينیات . ١٦- پښتو ژبښودنه . ١٧- دژوند سندره . ١٨- دپښتو مصدرونو لارښود . ١٩- د عبد الحميد مومند د دېوان تدوین او سمون . ٢٠- د خوشال د باز نامې چاپونه ، سمونه او سريزه . ٢١- د خوشال طب نامه : چاپونه ، سمونه او کتنه . ٢٢- د حميد نيرنګ عشق چاپونه ، سمونه او سريزه . ٢٣- د مياشرف عروض : چاپونه ، او سريزه . ٢٤- د دوولسم ټولګي د پښتو قرائت . ٢٥-پښتو عروض . ٢٦- د پښتونستان پېښې . ٢٧- د پښتو ادبيات . ٢٨- پښتو نثر. ٢٩- د پښتو ادب درې کورنۍ . ٣٠- ګرامري اصطلاحات . ٣١- د پښتو او سانسګريت نزدېوالى . ٣٢- د خوشال خټک دستار نامه ( ١٣٤٥ ) . ٣٣- د پښتو او سانسګريت لغوي نزدېوالى رساله . ٣٤- د ژوند وظيفې .

۳۵- نوميالي شاعران . ۳۶- د پښتو نثر هينداره . ۳۷- دپښتو شعرونو ډولونه . ۳۸- د قلمي نسخو د څېړنې لارښود. ۳۹- پښتو پېژندنه . ۴۰- روښان ستورى . ۴۱- سبک پيژندنه . ۴۲- دهېواد نندارې . ۴۳- ادبي اوتاريخي سمونې . ۴۴- نوميالي پوهان اوغازيان . ۴۵- پښتنيلارښود . ۴۶- دهند کتاب خانې . ۴۷- دپښتو قلمي نسخې . ۴۸- د مهتمم ژوند . ۴۹- دخپلواکۍ هڅې . ۵۰- د پښتوتاريخي څيړنه . ۵۱- تاريخي ليکونه .۵۲- د فکر پلوشې ۵۳- خوږې وږمې(شعري ټولګه) . ۵۴- پښتوګرامر ( دويم ټوک ) فعل، قيود، ادوات، نحوه، لويه نحوه . ۵۵- نړۍ وال کنفرانسونه . ۵۶- رنګارنګ شاعران . ۵۷- پښتني تورسرې . ۵۸- تاريخچه ادب پشتو(دري) . ۵۹- سوري شيرشاه . ۶۰- خپلواک ژوند . ۶۱- دپښتو تاريخي سيمنار . ۶۲- د اريانا داېرة المعارف ځينې برخې . ۶۳- دعلي خان پيژندنه . ۶۴- د ننګرهار ننداره . ۶۵- د قطغن سفر . ۶۶- د الماتا سفر . ۶۷- د شوروي سفر . ۶۸- د ژوند پلوشې . ۶۹- د مصر سفر . ۷۰- د عشق اباد سفر . ۷۱- د بدخشان ننداره . ۷۲- د الينګار او اليشنګ ننداره . ۷۳- د خوست ليدنه . ۷۴- نوې څيړنه . ۷۵- پښتو ادبي مکتبونه . ۷۶- ادبي ليکونه . ۷۷- د ښکلا وږمه . ۷۸- په هند کې پښتو کتابونه . ۷۹- د پښتو ننني ليکوال(په کابل کالنۍ کې) . ۸۰- د جلا ل الدين (رومي )تذکره . ۸۱- افغانها و ازادي هند . ۸۲- د پښتو د ادب تا ريخ . ۸۳- پياوړي شاعران . ۸۴- وزم پوهنه . ۸۵- غوره کتنه . ۸۶- نوې کتنه . ۸۷- د جلا ل اباد تګ راتګ ( نا چاپ ) . ۸۸- زما ژوند او هلې ځلې. ۸۹- درښتين ژوند پېښې ( ناچاپ ) .

د پوهاند رشتین د نظم او نثر نمونې: 

د باغ ننداره 

یو سهار شومه روان د باغ په لوري 

په اسمان کې ښکارېده لا ښکلي ستوري 

پلوشې لا د لمر نه وې خورې شوې 

د فلک لمنې نه وې لا سرې شوې 

باغ ته لاړم یو عجیب ښکلی ګلشن و 

د ښایسته ښایسته بلبلو نشیمن و 

قسم قسم سرودونه د مرغانو 

په دې باغ کې چغهار و د توتیانو 

نسیم هسې په مزه و الوتلی 

له فرحته واړه باغ و غوړېدلی 

د قدرت تابلو رنګینه ښایسته وه 

د هر بوټي غیږ کې ایښې ګلدسته وه 

لمر راوخوت له مشرق څخه رڼا شوه 

هرطرف ته د ژوندیو شور غوغا شوه 

سیوري پرېوتل سجده باندې قبلې ته 

په تعظیم او احترام مخ د کعبې ته 

زرزري وړانګې د لمر چې راخپرې شوې 

ګرچاپېره د اسمان لمنې سرې شوې 

سپینو برخو چې دا وړانګې ولیدلې 

له خوښیه ټولې پورته والوتلې 

تازه ګي د بوټو زیاته له پخوا شوه 

د غوټيو خولګۍ وازه په خندا شوه 

جوړ په باغ کې لا یو بل رنګه حالت شو 

تا به وی باچا له خوبه راوچت شو 

په دې باغ کې نه پوهېږم څه اثر و 

غوړېدلی د عبرت یو لوی دفتر و 

تازه ګي د ژوندون ټوله هم دلې وه 

تا به وی ګوندې په کې ښکلې لیلې وه 

خوشبويي به له هر بوټي راختله 

له وربل سره سیالي سومبل کوله 

په هر ښاخ به یې بلبلې پرېدلې 

د ګلانو سر کې شونډې یې زبېښلې 

سره مخونه تورې څڼې د لیدو وې 

په دې باغ کې ډېرې سترګې د مزو وې 

غرض دا چې ځای د عیش او د عشرت و 

په دنیا کې جوړ نظیر دا د جنت و 

ونو یو له بل ورکړي وو لاسونه 

غیږ په غیږ ورسره څانګې او ښاخونه 

په دې باغ کې که ګلان وو، که مرغان وو 

یو له بله وو، په مینه مهربان وو 

دا زما دی او دا ستا، نه پېژندل چا 

دا مې خپل، دغه پردی نه به ویل چا 

په دې باغ کې له یو بله ځارېدلې 

له هر ځای چې به راغلې وې بلبلې 

په یو ځای به یې کړه پورته اوازونه 

چې لوستل به یې د مینې داستانونه 

الغرض چې ځای د مینې محبت و 

له کینې او له حسد دلته نفرت و

فکر یوړم له دې هسې رنګ حالته 

حیران پاتې شوم د خدای له دې قدرته 

چې انسان هم ستا مخلوق او ستا پیدا دی 

خو حالت یې له دې باغه نه جدا دی 

که په باغ یا په ښارو کې موجودات دي 

همه واړه ستا یو شانته مخلوقات دي 

مګر فرق یې یو له بله ډېر لیدی شي

هلته مینه دلته رخه ده کوی شي 

له هغه عالمه لیرې بد خصلت دی 

مګر دلته بغض کینه او رقابت دی 

هلته نشته دی جنګونه فسادونه 

دلته کیږي برناحقه تل خونونه 

پس له دې مې زړه ته راغی یو ځواب 

لکه وي چې چا لیدلی کوم کتاب 

وی یې نه شته فرق عالم کې نه فتور 

دغه واړه د لیدو دی ستا قصور 

نظام یو دی عمومي د مخلوقاتو 

په یو شان له حرکت دی د ذراتو 

خو ظاهر کې هر یو جنس له بېل نظام دی 

یو په بل باندې د ټولو بیا قوام دی 

لا نیمګړی لا ناقص او بې کمال دی 

څوک اخته چې په کینه، بغض جنجال دی 

رقابت او کینه ځي له هغه دله 

چې یې شي علم کامل مینه کامله 

سپین غر 

مارغه د خیال مې په سپين غره باندې سرشاره ګرځي 

هوا مې سر کې نن تازه له دې کهساره ګرځي 

وینم هر لور ته د بلبلو شور ماشور دی په کې 

په شنو نښترو شنه توتیان مست له چغاره ګرځي 

رېز د مرغانو یې راخېژي له هر بڼه څخه 

بلبل بې هوش په کې د مینې له خوماره ګرځي 

نښتر په لوړه ننداره د مهرویانو کوي 

جونه زلمي ښکلې ښایسته په کې بې شماره ګرځي

په متانت وقار ولاړ دی، احترام کې د رب 

کله په ژوند باندې له حکمه د باداره ګرځي 

ستا په هوا کې د ختن نافې سپړدلي دي چا 

چې شنو وښو کې دې شپونکی مست له عطاره ګرځي 

تارو تنزري، زرکې ټولې شوې سندرو لره 

په غومبر سر ورته کوترې له سینګاره ګرځي 

مسته شپېلۍ چې په رقص راشي، له چوپانه سره 

میدان د رقص کې ساکښ واړه بې واره ګرځي 

زړور بازان چې د همت وزر خپاره کړي کله 

ستا په اوچتو څوکو پاس له افتخاره ګرځي 

طبیعي خروش کې دې ارام او څه مدار نه شته دی 

خیال د مستۍ کله له سره د ابشاره ګرځي 

سپين او سپېڅلی غر یادیږي په دنیا او جهان 

ځکه چاپېره شنه زمریان ستا له دلباره ګرځي 

د اوېستا نغمې خوږې شوې ستا له خوږه نومه 

د سوما بوټي ستا په غیږ کې خوشګواره ګرځي 

چې یې تاثیر د بې خودۍ خوږو نغمو کې و ډېر 

هغه ارواح ستا په هوا کې ننګرهاره ګرځي 

وایه مطربه ته سرود نوې نغمه نوې ښايې 

زړې نغمې دي چې پتنګ له سره انګاره ګرځي 

له نوي رنګه یې خبر کړه د نغمو صاحبه 

دوی به تر کومه ناخبره له روزګاره ګرځي 

زړونه قوي لرو بې حده ستا د تیږو په شان 

غلیم ته وایو چې دې لیرې له ګلزاره ګرځي 

تکړه ځوانان به کړي سرونه خپل له تانه قربان 

رشتین میین په تورو کله له دلداره ګرځي 

 

د یارانې ژوند

زه نور څه ووایم؟ زه تل باید ستا د مینې سندرې ووایم..!

هو، د عشق جنون همدا تقاضا کوي. زه پوهېږم چې زما زړه خو تا سره دی، زما ګوګل تش دی، مګر دادې له مانه څنګه واخیست. ددوه سترګو په اشارت؟ په هغه مقناطیسي جذب چې د کاینانو ذره ذره د هغې په وجود ژوند کوي. ډېر ښه دې وکړل، تر تا دې ځار وي.

زړه خو د همدې دپاره دی، چې د عشق متاع پرې واخیستل شي. کاشکې چې له ما سره داسې نور هم سل زړونه وی، چې تر تامې ځار کړي وی. 

سکندر دنیا فتح کوله، چنګېز د بنیادمانو ښکار کاوه، ته زړونه ښکار کوې. د مینې دام کې یې نیسې. د عشق په جنتي فضا کې یې ساتې، واه!

مبارک دې شه دا فتوحات!

ښه نو، ستا متفکر نرګس د چا په غم کې سره نه ورځي؟ ستا خوب او راحت چا یوړ؟ زه ستا د سوز بدلې اورم. زه ويښ یم او ستا بدلو ويښ کړی یم. 

ستا دلربایانه او په ځير ځير کتنه، ستا د تاب نه وتلې لېوالتیا، د پارې په شان بې قراري. او ستا د مژګانو هر حرکت ما پوهوي. 

ګله! ته زما د خوشالۍ دپاره کله لکه د سبايي کوکۍ وغوړېږې، کله د باردارې ونې غوندې زما په سر سیوری وکړې او کله راته خوږې مېوې راکړې. دا بارونه دې زما دپاره په سر اخیستي دي. 

ما ته ووایه، ستا په ما دومره زهیرتیا، دومره خواخوږي ده او دومره راباندې ټپرېږې؟ ځار دې شم ماته ووایه.... چې ته زما مورو پلار یې او که زما خوږ دلبر؟

جانانه، زه خو ستا په مینه مست یم، شپېلۍ وهم، بدلې وایم، مستانه ګرځم او په دغه روح پایم. ولې ستا حالاتو، ستا اوضاعو، ستا د سوز ستاینو حیران کړم، چې زه په تا میین یم او که ته په ما؟ 

ښه څنګه؟

دواړه میین یو؟ اخ شکر!

څه خوند لري د یارانې ژوند!!

 

 

وړکتوب

آه... نه یې وینم څه شو؟ 

په کومه خوا لاړ، د سترګو په یو رپ کې پنا شو!

دومره زر!؟

دا خوب و، که ويښه!؟

همدا راتله یې و؟.... بیا نو نه راځي!؟

د هوا مرغه و... لاړ له ګوتو ووت....

 

آه، خدایه څنګه ښه ساعت و؟

د دنیا ټول ژوند نه خوږ و....

لاکن ارمان چې ډېر زر تېر شو....

آه، وړکتوبه، زما او ستا خوږه اشنايي...

د مینې شپې او ورځې، خواږه مجلسونه څه شول؟ هېر دې کړل، شاته دې وغورځول؟ څنګه کلک زړه دې دی، چې څوک دې نه یادیږي او نه دې په چا زړه سوزي!

لکه چې بیا نه راځې، هو بیا نه راځې!!

آه، وړوکتوبه، تا  زه د مینې په معنی پوه کړی وم، تا ماته بې غمي ښودلې وه، مګر څه وکړم چې ته لاړې، هغه ټول لاړل، نه راته مینه پاتې ده او نه بې غمي. 

په غم او لانجو اخته یم، دا ځکه چې ته نه یې. ستا په مرسته ما د دنیا ټول غمونه شاته غورځولي وو؛ د هیڅ شي سودا راسره نه وه او نه مې زړه ته د څه فکر او غم لاره وه. زه په دې غریبۍ کې باچا وم. 

مګره آه، افسوس چې د لږو شېبو اشنا وې، زر له سترګو پنا او غیب شوې. 

لاړې تری تم شوې، داسې تری تم شوې، چې د بیا راتلو امېد دې هم نه شته، ستا تله وو او د غمونو راتله. ته لاړې او د غمونو دروازې خلاصې شوې!

اوس زه یم او د غمونو غوبل. دا ولې؟ ځکه چې ته نه یې، آه وړکتوبه!!

 

ښکلی واده

د لمر زرینې وړانګې په ډېره خوښۍ د غرونو له شا، له تورو تیارو راووتلې. د سحر وږمه په خوند خوند راوالوتله، تنکو او مخ پټو غوټيو خپلې نازکې شونډې  په خندا خندا وغوړولې او د خوشالۍ ګړیالونه وغږېدل. هغلته لرې د کلي په خوا کې د چینار د ګورې ونې لاندې د پېغلو جونو د تمبل نرم پوست، خوږ غږ د هوا په چپو کې په مزه مزه خپریږي؛ یوه نیمه خوږه سندره هم ورسره د زړونو او روحونو د نمانځنې، تازه ګۍ او ښېرازۍ دپاره ملګرتیا کوي. 

د کلي لارې – کوڅې له وړو زګو ډکې دي. د جونو امېلونه لکه د ګلو قطارونه په چپو او غورځنګ ښکاري. 

هلته لرې په یوه هوار میدان کې خیالولي ځوانان، د ځوانۍ په نشه مست زلمیان په ګلالو جامو او ښایسته کالو کې د جوش او مستۍ، خوښۍ او خوشالۍ په ټالونو زانګي.

هوا او فضا له رنګینو خوندورو نغمو سر ترسره ډکه ده. 

د ښادۍ او خوشالۍ ټولګي د خوند او لذت مرکې او ټولنې هرې خواته زړونه او نظرونه یو شان ځانته راکاږي. د پښتني ساز او سندرو خوږ تال ساعت په ساعت خپل تاثیر او اغېز زیاتوي. په زړونو کې جوش، په رګونو کې شوق، په لاسونو او غړو کې غورځنګ پیدا کوي. 

ددې خوندور مهال خوږې نغمې په ټولو زړونو کې د نوي ژوند رنګین ژواک خوږې ولولې اچوي، جذبې ويښوي، د ګلونو څانګو ته ټالۍ ورکوي؛ خیالونه زنګوي، فکرونه خوځوي، وږمې په چپو راولي؛ مګر ددې ټولو شیانو د اغېزاو تاثیر اصلي جلوه په دوو زړونو کې تر هر چا او هرڅه زیاته ده. په دغو زړونو کې د برېښنا په څېر د تالندې په دود د سترګو په رپ کې د زړه پردو ته یو زبردست ټکان ورکوي. 

په دې ټکان کې د مینې پلوشې، د محبت وړانګې په تېزۍ د وجود هرتار، هر هډ په لړزېدو راولي او یوه خوږه هنګامه ترې پیدا کیږي. 

دا ولې؟ 

دا ځکه چې دوه د مینې ډک زړونه سره نزدې کیږي، د ژوند په لویه لار کې تر مرګه ملګري کیږي. 

دغه نغمه د ساز په پردو کې هم اوړي راوړي او وايي چې نن د زلمي واده دی، مبارک دې وي او بیا دې مبارک وي.

(اوسني لیکوال، ۱ټ، ۴۷۳- ۴۹۳ مخونه/ د رښتین یاد/ پښتو ویکیپيډيا/ د ښکلا وږمې/ د لیکوال یادښتونه)

--------------

محمد خالد روښان 

محمد خالد روښان د قاضي محمد دلاور زوی، په ۱۹۲۳-۱۰-۲۱ع = ۱۳۰۲کال د میزان په ۲۸مه نېټه په کابل ښار کې زیږېدلی دی. 

په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال په حبیبیه لېسه کې شامل او په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال ترې فارغ شو. په ۱۹۴۴ع = ۱۳۲۳ل کال د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې شامل شو، دا پوهنځي په همدې کال تاسیس شوی او غالبا په څانګو نه و وېشل شوی. په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال له همدغه پوهنځي فارغ شو. 

په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال په ژورنالېزم کې د تحصیل لپاره امریکا ته لاړ له نبراسکا پوهنتون نه یې لېسانس واخیست او بیا په کالفورنیا پوهنتون کې د ماسټرۍ د زده کړې لپاره شامل شو او په ۱۹۵۲ع = ۱۳۳۱ل کال ترې فارغ او وطن ته راستون شو. 

روښان په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال د اریانا دایرة المعارف غړی و، په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال د انیس ورځپاڼې لیکوال غړی و. کله چې د امریکا له تحصیل راستون شو، په ۱۹۵۲ع = ۱۳۳۱ل کال د مطبوعاتو مستقل ریاست د انګرېزي بولټن مدیر شو. بیا د انیس اخبار مسوول چلوونکی شو. په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې د خپرونو لوی مدیر وټاکل شو. په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال په لندن کې د افغاني اطلاعاتو د ادارې امر و. ورپسې کال( ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل ) د باختر اژانس رییس شو، بیا لږ وخت وروسته د مطبوعاتو د مستقل ریاست مرستیال مقرر شو. 

د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزیر و. 

دده د ژوند او هڅو په اړه مو نور څه ونه شو موندی، په وروستي سمون کې به هڅه وشي. 

........

د روښان اثار 

۱.د انګلیس او ایران شخړه، د نبراسکا پوهنتون مونوګراف

۲.رهنمای روزنامه نګاري، په دري ژبه 

۳.دزد مصلح، د هرات په اتفاق اسلام اخبار کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۴.زنده ګي ۲۴ ساعت، ژباړه په انیس اخبار کې خپور شوی دی. 

۵.په وروستیو څلوېښتو کالو کې د افغانستان انکشافات، په انګلیسي ژبه 

۶.د شېرشاهي پېښه، پښتو ډرامه په ۱۳۲۱ل کال یې لومړۍ درجه جایزه اخیستې ده. 

۷.افغانستان ته راشئ، په انګلیسي ژبه 

۸.د افغانستان پرمختګ، په انګلیسي ژبه 

د روښان د نظم او نثر نمونې 

د جي ډارلي انګلیسي ليکوال د یوې ادبي ټوټې ژباړه 

زړه غواړم

زه ښایست نه غواړم. هغه بلوري تندی چې سپوږمۍ هم ځنې شرمیږي، هغه سپین سپېڅلی لاس چې تر واورې سپين دی، زما ارزو نه ده. د دریاب د لور تر ویښتانو ښکلی او سروزرو ته ورته ويښتان مې په کار نه دي. 

ماته مه ستایه خپلې د ستورو په شان ځلېدونکي سترګې، خپلې سرې شونډې چې ته وا په ګلابو مړې شوې دي، خپل ... چې د عشق رب النوع په رېږدېدا باندې پروت او ځکه چې د احترام له رویه یې مچولو ته نه وزګاریږي، نو یو دم خوب نه ورځي. 

ستا دا ګلابي ګلالي باړخو، چې په خپله د زلمیتوب د رب النوع باړخو دی، ستا دا هسې ساه چې په وتو ننوتو د موسیقۍ خواږه نغمات د پسرلي د نري شمال په څېر ورو – ورو له ځانه سره وايي، دا ماته یوازې ظاهري زینتونه دي. 

شونډې څه دي؟ د توفاني سیند لاندې مرجانونه، کله چې تر سر تېر میین یې ځان غاړې ته اچوې، ډېر کله د عدم لوري ته ځي....

باړخوګان څه دي؟ د تاوجن زلمیتوب نښې او علامې دي، د وینو میدان نه، سترګې په خپلو نابود کوونکوپروهرونو سوزولای شي.

ډېر سپين لاسونه دي چې د خوارو میینانو د سوو زړونو ایرې یې په ښیښو کې اچولي، د نمایش لپاره یې ځان سره ګرځوي....

په بلورینو تندیو کې دننه هیڅ نه شته، یوازې د دباو دپاره تش حجرې دي. 

څوک چې غواړي د دریاب د اور ويښتان لاسته راولي، ډېر کله په خپله په کې پېچلی په بحر کې لاهو او ژورې یې ځای شي....

نو ماته د ښایست د ظاهري ښکلیتوب په عوض یو د زړه سوي ډک او وفادار زړه راوبښه، چې په ډېرو ازمېښتو نوازموده او بې خطا ثابت شي....

هسې زړه چې وکولای شم، دننه په کې خپل په اندېښنو ډک احساس د شاتو د مچۍ په شان چې خپلې غلبلې په ګلابو کې پټوي لږ څه هوسا کړم. 

پردېس زلمی 

د سهار وږمې دا ته له کومې خوا یې؟ 

چې زما ددې زخمي زړګي دوا یې 

بېلتانه په تېرې تورې زه ټپي کړم 

ای خوږې وږمې ته ما لره شفا یې 

ستا شېریني وږمې هر چېرته ګذر دی 

راته وایه ګران هېواد کې څه خبر دی؟ 

 

نا اشنا وطن کې پروت یم مرم له غمه 

رڼايي راڅخه ورک، ناست په تورتمه

یار اشنا مې دلته نه شته یم بېکسه 

ورځې شپې دي، چې په هجر تېرومه 

باده ستا که د وطن خواته سفر دی 

راته وایه ګران هېواد کې څه خبر دی؟ 

 

د خپل ګران هېواد ژوندون زما یادیږي 

مرضي زړګی زما راته سولیږي 

دغه ښه د عشرت ډک ښار به زه څه کړم 

که مې پښې د مېنې دښت ته ورسیږي 

زما اوس دغه پردي ښار کې مقر دی 

راته وایه ګران هېواد کې څه خبر دی

 

زه د ګران هېواد ازاد توتي وم ولې 

اوس وزرونه مې دي مات بندي یم ولې؟

چې به ما په هوسایۍ هر چېرته ګشت کړ 

د پردو قفس کې اوس خوندي یم ولې؟

دغه ټول مې د مرض باده، ثمر دی 

راته وایه ګران هېواد کې څه خبر دی؟ 

 

د پردو په مینځ کې پروت یم غني خدایه 

سمه لار ده رانه ورکه رهنمایه 

پرې پوهېږم چې وطن کې زه جوړېږم 

په دې ښار کې ځانته مرګ وینم له ورایه 

وږمه ژر شه چې مې زړه ټوکر ټوکر دی 

راته وایه ګران هېواد کې څه خبر دی؟ 

د قدرت نندارتون 

دا د چا په وینو سور باغ او بوستان دی؟ - دا په وینو لژند ګل څله خندان دی؟ 

بلبل خوار دا غلبلې څه لره کاندې؟ - څه ناتار بیا پر راغلی دا زمان دی؟ 

بلې خواته د عشرت مجلس ساز شوی؟ـ په بڼو او په باغچو دا څه سوران دی؟ 

ای په ګوټ کې د باغ ناست نندارچي وایه 

ولې یو خندا هوس کا، بل ګریان دی؟ 

چا خال ايښی و پرون د یار په وینو – چې یې فخر کا په وینو ځينو ځينو 

ګلاب ولید ها خال خپل رنګ یې بایلود ـ چې بلبل راغی باغچې ته د سیمینو

ګلاب مخ وروښودئ نو بیا یې ووی ـ شرمولی یم سورخال د پېغلو سپينو 

ژر یې سره کړه لاس و پښې ورته خپل یار بیا 

په سرو وینو خپل نو ځکه ګل شادان دی

د خوښۍ صحبت د در یارانو جوړ و-  رازونیار د ګل بلبل په کروړو و

ناڅاپي مالیار شکوو ته د ګل راغی – دی د مینې په مفهوم نا خبر ووړ و

سریې غوڅ کړ د ګلاب په زلمیتوب کې – وې لړلو په سرو وینو ځوان که زوړ و

د بوستان صحن یې سور کړ ګل نامراد شو 

د بلبل ځکه شور پورته پر اسمان دی 

مجلس ځکه د عشرب په بڼ کې ساز دی – د پسرلي ښکلی موسم راغلی باز دی 

محبان دي راټول شوي په ګوښو کې – هرې خواته یو محمود او بل ایاز دی 

د ګلانو په باغچو کې ناست خرم دی – یو رباب وهي شرنګی د بل اواز دی 

رنګارنګ مرغان د عشق ترانې وايي 

بڼ نن ډک له شورماشوره آه فغان دی 

هرې خواته چې نن سترګې واړوه شي- یا د غم یا د سرور منظور لیده شي 

د خالق د صنایعو نندارتون کې – د زرګونو نمونو ښه ننداره شي 

یو خوا ګل بل خوا بلبل یو زه او ته یو – بلې خواته د مینو تماشه شي 

ګل خندان بلبل ګریان دی زه چپ ناست یم 

میینان په راز او نیاز او ستا پرسان دي 

زیاتي بس ده ای شاعره، مه وییږه – د ځواب طاقت مې نه شته مه قارېږه 

زه یې څه کوم که ګل په وینو سور دی – په کې ما نه دي ویلي ولمبېږه 

د خوښۍ که بساط خور دی په دې باغ کې 

او که وي ژړا ګریان ماته یکسان دی 

ننداره که د جهان کړې مهر خوله کړه – بې طرف اوسه څلور طرف ته تله کړه 

جهان ستا دی هرڅه کړې په کې خپلواک یې – خو دا څو پندونه زما ځان سره مله کړه 

لږ به وایې، ډېر به اورې، راز به ساتې – بل مزل د عالمانو تل په پله کړه 

په عمل د نصیحت نه نقص زبان دی 

چې خوږې خبرې کاندې دا روښان دی

(اوسني لیکوال، ۱ټ، ۵۱۲-۵۱۸ مخونه)

-------------

محمد حسېن ریدی 

محمد حسېن ریدی د محمد انور زوی په خټه کاکړ ۱۹۱۵ع = ۱۲۹۳ل کال د کندهار ښار په بامیزو کې کوڅه کې زیږېدلی دی. 

ده په خصوصي توګه په خپله سیمه کې زده کړې کړي او دودیز عصري علوم یې هم د خپلې شخصي مطالعې له برکته زده کړي. ددوی کورنۍ په سوداګرۍ بوخته وه، چې په زلمینۍ کې دی هم د سوداګرۍ په چارو بوخت شو او رسمي زده کړې یې ونه کړای شوې. 

ددې کرښو تر لیکلو څرګنده نه ده چې دده شعري اثار خپاره شوي او کنه خو په پښتو تذکرو کې یې د شعرونو نمونې راغلې دي. 

په لوړتیا پسې 

زه هغه زلمی یمه چې درومم په لوړتیا پسې 

ځم له زاړه ژونده زه د نوي ژوند رڼا پسې 

کلکه اراده، ملي جذبه غواړم زلمیانو کې 

روح د تحول او تکامل په دې سودا پسې 

درد د محبت زړه کې د مینې شراره لرم 

شپه او ورځ لګیا یمه ددې عشق مشغولا پسې 

سر کې لوی فکرونه د ژوندون د ازادۍ لرم 

ځم له دې زندانه د لفظونو په معنا پسې 

بند په زنځيرو کې د اوهامو نه ساتم نور ځان 

مات به دا زنځير کړم د مقصد په مدعا پسې 

ټوله کاینات په حرکت دي تکامل ته ځي 

زمونږ کاروان به کله ځي فنا نه په بقا پسې 

مخ د تشتت د سیلاب نیسم په همت سره 

ځم پر سمه لاره زه د قوم ارتقا پسې 

زه لکه ریدی د قوم له غمه زړه داغ داغ لرم 

زلمیانو ته دا داغ غواړم نه ګرځم په دوا پسې 

تخییل 

د سیند په غاړه – زه او یار دواړه 

لیرې له خلکو 

یو د بل مل وای 

سپوږمۍ رڼا کړای ـ څپو نڅا کړای 

یار مې ساقي وای 

لاس کې یې مل وای 

چوپه چوپتیا وای – د عشق دنیا وای 

د تورو زلفو 

خپاره سمبل وای 

د بنګړو شرنګ وای – اواز د چنګ وای 

خاطر وای جمع 

پرېشان کاکل وای 

د ناز کاته وای – د زړه خواله وای 

سترګې په سترګو 

د زړه ورپل وای 

دا په مۍ مسته – زه له دې مسته 

دواړه خراب وای 

حالت مو بل وای 

چې شپه پخه وای – مینه توده وای 

پر سپین باړخو یې 

تار تار وربل وای 

غیږ په غیږ خوب وای – بیا لېونتوب وای 

کامیاب په مینه 

ریدی یو ځل وای 

(اوسني لیکوال، ۱ټ، ۵۳۰-۵۳۳ مخونه)

---------------

امین الله زمریالی 

امین الله زمریالی د علي محمد خان زوی، د عطا محمد خان لمسی،  په خټه بارکزی او په هغو کې عمرخانزی دی، اصلا د کندهار د مرت کلا استوګن دی، خو دی په خپله په ۱۸۹۴ع = ۱۲۷۳ل کال په کابل ښار کې زوکړی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په حبیبیه ښوونځي کې تر رشدیې درجې پورې وکړې او په ۱۹۱۱ع = ۱۲۹۰ ل کال د پکتیا د ملک زاده ګانو په ښوونځي کې سرمعلم مقرر شو. څلور کاله وروسته د شاهي غونډ سرکاتب وټاکل شو، پنځه کاله سرکاتب و او په ۱۹۲۱-۱۰-۷ع = ۱۳۰۰-۷-۱۵ل په ننګرهار کې د توپچي لومړی کنډ مشر شو چې په ۱۹۲۳ع ډسمبر = ۱۳۰۲ل جدي، د ننګرهار د شینوارو په نازیانو کې د پرتو افغان ځواکونو قوماندان شو، یو کال وروسته په کابل کې د ارکان حرب د استخباراتو څانګې مدیر شو؛ له هغه ځایه د ارکان حرب د تاریخ او جغرافیا مدیریت ته لاړ او په ۱۹۲۵ع = ۱۳۰۴ل کال د دفاع وزارت د مامورینو مدیر شو. 

په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال چې د کابل ادبي انجمن تاسیس شو، زمریالی یې په لومړنیو غړیو کې وټاکل شو. په ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال چې د کابل او کندهار ادبي انجمونونه یو او پښتو ټولنه ترې جوړه شوه، دی دلوې په میاشت کې د ادبیاتو او فرهنګي اثار د ساتنې څانګې مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۳۸-۹-۴ع = ۱۳۱۷-۶-۱۳ل کال د پښتو ټولنې د پښتو ژبې مدیر وټاکل شو. په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل په نجات ښوونځي کې د لوړو ټولګیو پښتو ښوونکی شو یو کال وروسته (۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل ) د پښتو ټولنې مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۴۴ع = ۱۳۲۳ل کال د دارالمعلمین د لوړو ټولګیو پښتو ښوونکی او د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد وټاکل شو.

زمریالی په دغو دندو کې ستړی او نهیلی شو او په خپله خوښه یې تقاعد وغوښت چې د ۱۹۴۶ع کال د اګست په ۱۸مه = ۱۳۲۵ل کال د اسد ۲۷مه تقاعد شو. 

بیا یې په قراردادي ډول په بېلابېلو موسسو کې کار وکړ په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د ملي بانک د نظارت هیات غړی و. 

زمریالي د هغه وخت د حکومتونو له خوا د ښه خدمت مډالونه هم اخیستي: 

۱.د نازیانو په سرحدي او سیاسي پېښو کې د ستوري دویمه درجه نښان 

۲.د پکتیا د ګوډ ملا په اړودوړ کې د ستونزو د اواري او ښه خدمت نښان.

۳.په اماني عصر کې په لویه جرګه کې د ښې کارکرده ګۍ نښان. 

۴.د پاچا محمد ظاهر شاه له خوا د پوهنې په برخه کې دویمه درجه نښان. 

امین الله زمریالي د وطن د خدمت او د پښتو ژبې د ودې او ترقۍ په اړه ځينې ځانګړتیاوې هم لرلې، چې په دې توګه وې: 

زمریالی د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ سخت ډېر ارمانجن و، ددې لپاره یې عملي او علمي هڅې کړي، چې د پښتو د ترقۍ په نهضت کې ثبت دي. 

ده غوښتل چې پښتو ژبه د افغانستان د یوې مهمې ژبې په توګه ترقي وکړي، ددې لپاره یې په خپلو ټولو دندو کې مبارزه کړې او هم یې تر لاس لاندې مامورین او کسان هڅولي او هم یې په لوړو دولتي مقاماتو کې مبارزه کړې ده، چې دده هڅې د معاصر پښتو ادب یوه مهمه برخه ده. 

زمریالي په اماني دوره کې، د محمد نادرشاه او د هغه د زوی محمد ظاهرشاه په دوره کې په ټولو دولتي دوایرو کې د پښتو ژبې د ودې، او ترقۍ لپاره هڅې کړي، د پښتو ژبې ترقي او پرمختګ یې د ژوند شعار و. له دري ژبې سره یې هم تعصب نه لاره، دري ژبه یې هم ویله او هم لیکله، خو د پښتو ژبې لپاره یې هم د مناسب حق غوښته کوله. دده دا مبارزه په ټولو دولتي دوایرو کې څرګنده ده. 

دی د سوچه پښتو لیکلو پلوي وو. دا خوځښت آن تر اماني دورې لا مخکې د امیر حبیب الله په سلطنتي رژيم کې پیل شوی و، چې ده ورته مبارزه کوله. په اماني دوره، د نادرشاه په وخت او د ظاهرشاه د واکمنۍ په کلونو کې ده په ټولو دولتي ادارو کې د سوچه پښتو د لیکنې او عامېدو پلوي کوله او ددې کار لپاره یې هر اړخیزه مبارزه کوله. 

د کابل د ادبي انجمن د تاسیس له وخته ده پښتو ژبه په دغه انجمن کې او له انجمن بهر خپل شعار ګڼلی و او د پرمختګ لپاره یې ورته مبارزه او هڅې کولې. ده د پښتو د لومړنۍ معرفۍ په برخه کې ډېرې هڅې کړي، چې ادبپوهانو او تاریخ لیکونکو په خپلو څېړنو کې ثبت کړي دي. 

ده په خپلو لیکنو کې هم د پښتو ژبې د قدامت، د پښتنو د قومیت او ملیت په باب دقیقې څېړنې کړي، چې په خپل وخت کې د ډېر اهمیت وړ دي. ده نور قامونه هم د افغانستان د ملي فرهنګ برخه ګڼله او تعصب یې نه لاره، خو د پښتنو د حقه حقوقو، د هغوی د ژبې، فرهنګ او ژوند په باب یې دقیقې څېړنې کړي، چې په دې برخه کې له هغو لومړنیو پوهانو څخه دی، چې د پښتو ژبې علمي کېدل یې غوښتل او د تاریخي افغانستان د فرهنګ د پېژندګلوۍ او معرفت په برخه کې یې تر بل هر چا ډېر زیار ویستی دی. 

قیام الدین خادم د افغانستان د دولت د ټولو چارو د خپرېدونکې کلني کتاب، کابل کالنۍ کې د پښتنو ادباوو د معرفۍ په لړ کې دده په باب پوره ګزارش لیکلی چې څېړونکي کولی شي، مراجعه ورته وکړي. 

د پښتو ژبې د ترقۍ دا ارمانجن لیکوال د ۱۹۸۲ع کال د اګست په ۲۳مه = ۱۳۶۱ل د سنبلې په لومړۍ نېټه، په کابل کې وفات او هماغلته ښخ شو. 

اثار
 ۱.پښتو مرغلرې: په دې کتاب کې یې د پښتو د مخکنیو شاعرانو شعرونه راغونډ کړي او هم یې د پښتو ادب په اړه یوه مفصله سریزه لیکلې چې په خپل وخت کې مهمه څېړنه ګڼل کېدی شي. 

۲.د زمریالي دېوان، د اشعارو ټولګه . 

۳.پښتو متلونه: د محمد قدیر تره کي په مرسته یې د پښتو متلونو تشرېح په پاړسي ژبه لیکلي ده، د کابل ادبي انجمن چاپ کړی دی. 

۴.پښتو قرات، د ښوونځيو شپږم ټولګي زده کوونکو ته لیکل شوی او د پوهنې وزارت څو ځل چاپ کړی دی. 

۵.پښتو کلي( کیلي). د پښتو زده کړې د کورسونو لپاره یې د قیام الدین خادم او یعقوب حسن په مرسته لیکلی، پښتو ټولنې خپور کړی دی. 

۶.د یوې پښتنې ملي احساسات: دا یوه تاریخي کیسه ده چې په پښتو نظم لیکل شوې او په ۱۳۱۴ل کال د طلوع افغان په کالګڼه کې خپره شوې ده. 

۷.پښتو څنګه وروز؟ دا رساله په ۱۳۱۵ل کال په کابل کالنۍ کې خپره شوې ده. 

۸.د پښتو ژبې فیلالوجي او پخواني ادبیات، دا یوه اوږده رساله ده چې د پښتو ژبې د ګرامر او تحول په اړه ده، د کابل کالنۍ په ۱۳۱۶ل کالګڼه کې خپره شوې ده. 

۹.د پښتو ادبیاتو ته یوه کتنه: د پښتو ژبې د شعر او شاعرۍ په اړه څېړنه ده چې د کابل کالنۍ په ۱۳۱۷ کال کالنۍ کې خپره شوې ده. 

۱۰.پښتو ته یوه کتنه: په ۱۳۱۱ل کال لومړنۍ کابل کالنۍ کې خپره شوې څېړنه ده. 

۱۱.پښتو: پ ۱۳۲۰ل کال کابل کالنۍ خپره شوې څېړنه ده. 

۱۲. شرح احوال و افکار خوشال خان خټک، په ۱۳۱۵ل کال کابل کالنۍ خپره شوې څېړنه ده. 

۱۳.پښتو و پښتو لوګها، په ۱۳۱۲ل کال کابل کالنۍ کې خپره شوې څېړنه ده. 

۱۴. د شعرونو یوه ټولګه یې په پېښور کې خپره شوې ده. 

د زمریالي د نظم او نثر نمونې: 

 

د حقیقت په طلب 

د کاروان جرس مې کوڼ دی اواز نه کوي په زوره 

رهبر نه سته لار ده لیرې سپینه ورځ سوه راته توره 

اور مې مړ دی تور سکاره دي پو کوم یې مخ په تور دی 

اور چې نه وي لمبه کله پورته کیږي له مړه سکوره 

د وړوکو غوندې نیسم، پلوشې نه راځي لاس ته 

روځ مې تېره په دې خیال سوه چاره نه سوه له ما نوره 

په غړکه کې اوبه دي او زه کوچ ورځنې غواړم 

تر سبا کې یې ښورومه اوبه کوچ نه کړې وروره 

مات رباب دی ږغوم یې، نه یې سر نه یې اواز سته 

که عالم راباندې خاندي پروا نه کړم له پېغوره 

هسې وایم غولول کړم چې شین باغ مې دی د ګلو 

نه شین باغ سته نه ګلونه، نه باغچه لرم سمسوره 

زما ګومان دی چې عالم ټول خطا باسم نو هوښیار یم 

ولې دا ګومان مې پوچ دی، زه نادان یمه هرګوره 

زه چې بل ته کوهی کنم په کوهي کې به ګوزار شم 

څوک چې ځان ته کوهی کني لېونی دی، دی له موره 

حرص اواز تر هرڅه تېر کړم چل او ول مې شول ملګري 

پوه یې نه کړم په دې راز چې وي د حرص کاسه نسکوره 

له تش چله ګټه نه سته کار عمل رالره بویه 

کار تابع د نتیجې دی، د هر کار نتیجه ګوره 

که ته غواړې زمریالیه چې ځان لوړ په حقیقت کړې 

په طلب د حقیقت شه، ته بهر د چل له کوره

-------

نوې نغمه 

نه مې پام سته څه و ځانته نه دنیا ته 

بل اواز بله نغمه ده هر خواته 

زه لا ناڅم د زاړه رباب و شرنګ ته 

نه څه سد سته و عامي ته نه ملا ته 

روځ مې تېره په هوس د مات رباب شوه 

نه پوهېږم چې دا حال ووایم چاته 

زیرو بم ددې رباب واړه افسون دی 

دا اسرار یې ټول ښکاره دي و دانا ته 

د زړې نغمې په سر به هله پوه شم 

چې کورګی مې شي میراث وځم صحرا ته 

که یاران پر اسمان ګرځي بې وزرو 

ماته هم ولس رامات دی و دعا ته 

شکرانې او خیراتونه ماته ډېر دي

تعویذونه کړم پردي او هم اشنا ته 

د صنعت او تجارت پروا به څه کړم؟ 

روزي رسي هر زاړه او هر(ځوانا) ته 

که دنیا کې سي سفر په طیارو کې 

زما هم خر دی خبردار وایم و تاته 

مسافر که ځي هوټل ته زه یې څه کړم؟ 

زما پروت دی د سوړسک څوری وتاته 

که مې علم او کمال نه سته نو به څه سي؟ 

فقر ډېر دی و هر لټ او هر ګدا ته 

که دنیا راباندې واړه یو چاغماغ سي 

ټول به پرېږدم بیا به ولاړ سم خانقا ته 

د زړه وینې ولې خورې ته زمریالیه ! 

څوک یې اروي د چا پام دی دې وینا ته 

رښتیني ښایست 

هغه څوک چې پر ښایسته او ګلالیو مخونو میین دی او پر سرو نریو شونډو ځان ورکوي او غواړي چې د دلبرانو د نیم کښو سترګو د مینې په ډيوه تل د زړه خونه رڼا کړي، ودې پوهیږي چې: 

د کړوپ والي او زړوتیا وخت به راسي، هغه د تاوه ډک او لګېدلی اور به مړ سي او هغه تودوالی به په سوړوالي بدل سي. 

سړی ته ښايي چې د سپېڅلي زړه او پاکو فکرو خاوند وي او سم هوښیارتوب سره تخڼک (میل) ولري. په هغه زړه کې چې دا د خدای امانت د سپېڅلې مینې سره ګډ سي، نو د خاوند تعالی د مینې اور په کې بل سي او هیڅکله نه مري. 

که زما د زړه باغ دې د مینې د ګلانو په ښایست ښایسته نه وي، هیڅکله به سره شونډان غوره نه کړم او خمار د سترګو ته به بها کښېنږدم او د ښایستو سره او تازه باړخوګان به پر ما اغېزه ونه کړي او ټول به هیڅ وګڼم!

(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۵۴۵-۵۵۶ مخونه/ د لیکوال یادښتونه)

--------------

پاینده محمد زهیر 

پاینده محمد زهیر د مولوي احمدجان کندهاري زوی، په خټه کاکړپښتون، په ۱۹۰۳ع = ۱۲۸۲ل کال په کابل کې زیږېدلی او د ۱۹۵۷ع کال د مۍ په ۲۲مه = ۱۳۳۶ل د جوزا لومړۍ په کابل کې وفات شوی دی. 

زهیر لومړنۍ زده کړې په حبیبیه او د قضاتو په ښوونځيو کې کړي، بیا یې د کابل دارالمعلمین هم لوستی. په ۱۹۲۸-۹-۶ع = ۱۳۰۷-۶-۱۵ له دارالمعلمین څخه فارغ او د تنورسازۍ په ښوونځي کې ښوونکی شو. 

په ۱۹۲۹-۱۱-۱۶ع = ۱۳۰۸-۸-۲۵ مه په استقلال لېسه کې ښوونکی شو، بیا د همدې لېسې سرښوونکی شو. په ۱۹۴۱-۴-۲۱ع = ۱۳۲۰-۲-۱ نېټه د استقلال لېسې مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۴۳-۸-۳ع = ۱۳۲۲-۵-۱۱مه نېټه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې ریاست غړی او څه ناڅه لس میاشتې وروسته د پښتو ثانوي تدریساتو غړی شو. په ۱۹۴۹- ۱۲- ۲۲ع = ۱۳۲۸-۱۰-۱ ل نېټه د پوهنې وزارت د دارالتالیف ریاست د تالیف او ترجمې مدیر وټاکل شو. تر پنځو کالو او درې میاشتو مدیریت وروسته د دارالتالیف مرستیال دنده وروسپارل شوه. 

د ۱۹۵۷-۲-۴ع = ۱۳۳۵-۱۱-۱۵ مه نېټه د شوروي اتحاد په تاشکند پوهنتون کې د پښتو استادۍ څوکۍ ورکړل شوه، چې هلته د پښتو تدریس لپاره لاړ. هلته یې لا درې میاشتې تېرې کړې نه وې چې په نا علاجه ناروغۍ اخته شو او بېرته کابل ته راغی، دلته څو ورځې وروسته وفات شو. 

زهیر له خپل رسمي ماموریت سره له ۱۹۴۴ع = ۱۳۲۳ل کال څخه تر ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال پورې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د پښتو استاد هم و. هلته یې د ادب، انشاء، ادبي فنونو، متونو او ځينو نورو مضامینو تدریس کاوه. همدارنګه د خپل ژوندانه په وروستي کال د حکامو پوهنځي استاد هم و، چې د ښو خدمتونو ستاینلیکونه او مډالونه هم ورکړل شوي. همدارنګه نوموړی د پښتو ټولنې او اریانا دایرة المعارف ټولنې غړی هم و. 

زهیر د پښتو او دري ژبو ښه لیکوال و، چې پښتو ژبه یې شعر هم لیکه. 

اثار 

۱.پښتو خبرې ۱۳۱۴ل کال چاپ 

۲.د پښتو جیبي لغت، د پښتو زده کوونکو لپاره پنځه زره لغتونه په کې مانا شوي دي، د ۱۳۱۴ل کال چاپ.

۳.د پښتو رهنما

۴.د پښتو بول چال، ( پښتو- دري محاورې).

۵.د پښتو ګرامر، په مقایسوي او تحلیلي ډول.

۶.د راډيو درسونه، له ۱۳۱۸ل څخه تر ۱۳۲۲ل پورې. ۱۴۴ درسونه دي، چې پښتون ږغ مجلې خپاره کړي دي. 

۷.ادب او او انشاء، د ادبیاتو پوهنځي درسي کتاب

۸.د پښتو ژبې فولکلوري مجموعې

۹.د کلیوالي ښوونځيو لومړی کتاب، په ۱۳۲۸ل کال خپور شوی دی. 

۱۰.د پښتو قرات، د لومړي ټولګي لپاره 

۱۱.د پښتو قرات، د منځنيو ښوونځيو لپاره 

۱۲.د پښتو قرات، د ثانوي ښوونځيو لپاره 

۱۳.د افغانستان د معارف تاریخچه ( دوه ټوکه).

۱۴.د دایرة المعارف د رسالو ترجمه، ټولې ۱۴ رسالې. 

۱۵.د فزیک په برخه کې د یوې سلسلې درسي کتابونو ترجمه، د پوهنې وزارت لپاره. 

۱۶.کیمیا //     //       //     // 

۱۷.بیولوژي //         //       //     //

۱۸.تاریخ //        //            //       //

۱۹.جغرافیا //        //           //       //

۲۰.ریاضي او هندسه //          //        //          //

۲۱.دینیات   //          //          //           //

۲۲.د ملک الشعرا قاري عبدالله د کلیاتو تدوین او مقدمه 

۲۳.د عبدالعلي مستغني د کلیاتو تدوین او سریزه.

۲۴.د پښتو الفبا، د جملې او تحلیل اصول، د لومړي ټولګي لپاره ۱۳۲۶ل چاپ.

۲۵.ګلدسته حکمت، اخلاقي او اجتماعي لیکنې، په ۱۳۱۱ل کال خپره شوې ده. 

۲۶.مصباح الحکم، اخلاقي لیکنې، په ۱۳۱۳ل کال لیکل شوې ده. 

۲۷.د پښتو زر متلونه، په ۱۳۱۱ل کال د مطبوعاتو ریاست لپاره راغونډ شوي دي. 

۲۸.د پښتو یو زر لنډۍ، په ۱۳۱۱ل کال د مطبوعاتو ریاست لپاره راغونډې شوې دي. 

۲۹.ادبي نثرونه، چې تر مړینې وروسته په ۱۳۳۷ل کال د عبدالحی ګردیزي جایزه ورکړل شوه. 

۳۰. په بېلابېلو جریدو کې خپرې شوې مقالې

د پاینده محمد زهیر د نظم او نثر نمونې: 

نوبهار د ازادۍ 

مبارک دې شه پښتونه – د پسرلي راز راز ګلونه 

دا نهضت او ښه وختونه – دا پټي او شنه باغونه 

جوړ دی نوبهار د ازادۍ 

ښه ښکلی ګلزار د ازادۍ 

ته د تورو روڼ غمی یې – پښت پر پښته توریالی یې 

د میدان په روځ زمری یې – جنګیالی او ننګیالی یې 

جوړ دی نوبهار د ازادۍ 

ښه ښکلی ګلزار د ازادۍ 

د ژوند په ګیرو دار کې – په تقبیح د استعمار کې 

د غیرت په اقتدار کې – د پښتون په افتخار کې 

جوړ دی نوبهار د ازادۍ 

ښه ښکلی ګلزار د ازادۍ 

بیا خاوند د استقلال یې – هم پرې تېر تر سرو مال یې 

نن څښتن د خپل مآل یې – بیړه وکړه په ښه حال یې 

جوړدی نوبهار د ازادۍ 

ښه ښکلی ګلزار د ازادۍ 

 

نه مې هېرېږې

تل دې د مینې سندرې وایم 

همېش دې د یارۍ بدلې وایم 

تل دې د دوستۍ نارې وهم 

همېش دې د اشنایۍ غلبلې وهم 

دلته او هلته راسره یې 

هرچېرې راته ښکاره یې 

هر چېرې دې وینم 

هر ساعت دې ګورم 

هره شېبه دې لټوم 

هره ګړۍ دې یادوم 

دلته او هلته راسره یې 

هرچېرې راته ښکاره یې 

په ښکلو باغو کې 

په پراخو ورشو کې 

په لویو ډاګو کې 

په لویو غرو کې 

دلته او هلته راسره یې 

هر چېرې راته ښکاره یې 

هر ساعت راڅرګندېږې 

په هر خیال کې راګډېږې 

په بیلتون کې راحاضرېږې 

په وصال کې رانه بېلیږې 

دلته او هلته راسره یې 

هرچېرې راته ښکاره یې 

په ګل کې دې پلټم 

په سنبل کې دې لټوم 

په خوب کې دې پوښتم 

په وینه کې دې رابلم 

دلته او هلته راسره یې 

هرچېرې راته ښکاره یې

 

د شپېلۍ اواز 

د ښکلي پسرلي په یوه روځ هغه وخت چې نړۍ په راز راز ګلانو ښایسته او سمه او غر په ریدي او غاټول اراسته او سینګار وو. د سنبلو جوش، د عندلیبانو خروش، د بلبلانو نارې او د شاعر ترانې وې. 

هغه وخت چې د زهیرۍ دوړې لا نه وې راباندې پرېوتلې او د خواشینۍ سیلۍ لا نه وه راباندې لګېدلې، د یوه ځړوبي و پای ته چې ما غوندې ژړاند او سر یې د دنیا د ستونزو له لاسه د ډېر وامه د شپېلۍ اواز او دمینې ساز مې اورېده. 

ساز نه و، بلکې زما د خوږمن زړګي اواز و. 

ناله نه وه، بلکې زما د پټو خواشینیو ناره وه. 

شپېلۍ د نمانځلو او نازولو څخه په نارو وه او زه د شپې له باده په ترانو وم. 

ما د مینې سندرې ویلې او هغې د پټ راز بدلې. 

ددې له سندرو سره همنوا شوم، ټول(؟) مو د پاکې فضا په څپو کې خپور شو. 

پس له ډېرو اروېدا او غږېدو، د قال او حال په ژبه او د خیال په نړۍ کې شپېلۍ راته ویانده شوه: 

ای زهیره میینه ! پاکه مینه، سپېڅلی زړه، رښتیا او حقیقت، زما او ستا د ژوند معیار او زما او ستا د روزګار کارو بار دی....

که پاکه مینه او رښتین زړه، که د صداقت او حقیقته ډک محبت نلرې، نو : 

مه ځان زهیروه او مه زما په رشتو او تارو ګوتې وهه! 

ځکه هغه ساز چې د محبت له تارو جوړ نه وي، 

هغه نارې چې د رښتینې مینې سوز ونه لري، 

او هغه ترانه چې د حقیقت او صداقت نغمې په کې ونه ږغول شي، نو هیڅ!

ځکه تل وایم چې: 

تل دې وي رښتینه مینه، 

ژوندی دې وي د مینې حقیقي سوز او ګداز!

-----

د ګلباز هیله 

د زړه په سوده کې مې د نرګس ګلان چې ستا د سترګو تمثال په کې برېښي، راټول کړي دي؛ 

 څو  یو ځنې واخلې!

د عواطفو په کواره کې مې د ګلابو ګلان چې ستا د ښایسته رخسار ممثل دي، راغونډ کړي دي؛

څو یو ځنې غوره کړې! 

د احساساتو په کپڅۍ کې مې سنبل چې ستا د زلفو په څېر دي، راټول کړي دي؛

څو یو ځنې واخلې! 

د هیلو او امالو د مینې او محبت په کټوري کې مې  یاسمن، نسترن، غاټول، ریدي او ریحان راغونډ کړي دي؛ 

څو یو ځنې غوره کړې!

واخله، یو ګل واخله ! په دې ګړۍ کې چې ټول جهان ګلزار او تمامه نړۍ له ازهارو ډکه ده، په دې ورځو کې چې سمه او غر، باغ و راغ، چمن او انجمن، بوستان او ګلستان د ګل له جوشه اود بلبل له خروشه ناڅي، نو یو ګل واخله، د ګلباز زړه مه ماتوه، د ګل باز د امېد مزی مه شلوه، د میین زړه مه خپه کوه، واخله یو ګل واخله! 

دا ګلان ستا دپاره دي، 

دا ګلان ارزانه دي، 

بها یې هم زیاته نه ده، یوازې ستا مسېده؛ 

هو، یوازې ستا مسېده( موسېده)، ستا دیدار، ستا خواخوږي یې بها ده او بس! 

نو ومنه، دا مړاوی او ژړ ګل، دا زهیر او خازه ګل، چې زما د مینې او هیلو په بڼ کې غوړېدلی او زما د عشق د ګلبڼ شګوفه ده، او په ټولو ګلانو کې یې ستا د دیدار دپاره سر راپورته کړی دی. 

بوی یې کړه، وایې خله، ورته وخانده، ژړه بڼه یې د خپل ښایست او سره رخسار په ښکلي رنګ رنګ کړه او وجود یې په خپل دیدار، کتو او خواخوږۍ تازه کړه؛ 

دا وه د ګلباز هیله!

(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۵۵۷-۵۶۴ مخونه)

---------------

خواجه محمد زهیر 

خواجه محمد زهیر د فیض احمد اخونزاده زوی، د ملا عبدالحق اخونزاده لمسی د حاجي محمد صاحب کړوسی په خټه بارکزی – دورانی- نصرت زی – مسیزی دی. نېکه یې د کندهار د سوختې و، بیا سردې ته کډوال شو، بیا د کندهار خرقې کوڅه کې مېشت شو، چې دی همدلته وزیږېد. د ۱۸۹۱ع = ۱۲۷۰ل کال په پسرلي کې زوکړی دی. 

زده کړې په خصوصي توګه د خپلې سیمې له دیني عالمانو کړي او په ازاده مطالعه یې سواد موندلی دی. 

په ۱۹۰۵ع = ۱۲۸۳ل کال په کندهار ګمرک کې مامور شو. د محمد نادرشاه پاچا په واکمنۍ کې په دولتي شورا کې غړیتوب ورکړل شو، چې اوس وخت دغه برخې ته ملي امنیت شورا وايي.  بیا په بهرنیو چارو وزارت کې مامور شو، په هغه پسې په اعیانو مجلس کې غړی شو. اعیانو مجلس د اوسنۍ مشرانو جرګې معادل یو اورګان و. بیا د بامیانو بهسودو سیمې ته د تفتیش د مسوول په توګه واستول شو. بیا د غزني ولایت حاکم کلان( والي) شو. له هغه ځایه شمالي ولایتونو ته د حاکم اعلی ( والي) په توګه بدل شو. هلته یې څلور کاله او څلور میاشتې دنده وکړه او کابل ته په بېرته ستنېدو کورناستی شو. لږ وخت وروسته بېرته د اعیانو مجلس غړی شو، تر ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل پورې د همدې مجلس غړی و. 

اثار 

۱.اجتماعي حقوق، په اخلاقي مسلو ۱۰۰ مقالې په کې راټولې شوې دي. 

۲.د پښتو قاموس، له ځينو ادبي سندونو سره یوځای.

۳.مصاحبې، د خپل وخت له مهمو او نامتو اشخاصو سره مرکې دي. 

۴.د نظمونو مجموعه، چې زیاتره په کې بدلې دي. 

د نظم او نثر نمونې: 

ولې؟ 

کاږې بېخ د محبت په جفا ولې ؟ 

زوګلوې مې هلک زړه په خندا ولې؟ 

ستا له جوره په دې ځوانه ځوانۍ زوړ شوم

نیمه خوا سې، تا کړم زه نیمه خوا ولې؟ 

تورې زلفې دې تار تار په مخ خپرې کړې 

په دوو ګوتو پټوې لمر پر ما ولې؟ 

په خندا خندا دې زړه راڅخه یووړ 

نو بیا دې کړه له کبره راته شا ولې؟ 

زما د وینو توېیده څه سخت کار نه دی 

بیا به وایې لاس مې سره سوه په تا ولې؟ 

د ماهي په شان سیلاب د اوښکو ړوند کړم 

نه سو پوست ډبرین زړه د اشنا ولې؟ 

ستا د مخ د تجلو سونګ مې هم بس و

د بېلتون په اور دې وسومه بیا ولې؟ 

زهیر زړه مې ستا په لاس کې لا دلګیر یې 

ولې، ولې، ولې، ولې اغا ولې؟ 

اوښکې 

هر ګړۍ چې مې په زړه سې، تویوم د سترګو اوښکې 

د عشق اور رالګېدلی پر پاشم د سترګو اوښکې 

تر چمن چمن سروګلو تر سیلو سیلو بلبلو 

د شبنم تر مرغلرو ښې ګڼم د سترګو اوښکې 

ستا په مینه پرورده سوم، له جهانه بېګانه سوم 

غمشریک مې په دې کار کې لوند ګرېوان د سترګو اوښکې 

نه به وي د چا په یاد، اوس له وروځې د ایجاد 

پر شهید د کږو وروځو د تور سترګو ترکو اوښکې 

چې خبر عشق دې په اور دی، نور معلوم د بیلتون اور دی 

ځکه څاڅي پر دې مزکه د اسمان له سترګو اوښکې 

یو چمن چې ټول سورګل وای د بلبلو باندې شخول وای 

ستا پرمخ د خولو څاڅکي، د زهیر له سترګو اوښکې 

 

مینه 

که مې سترګې د دلبر پرمخ سي روڼې 

په خولۍ به وټومبم د شاهي بڼې 

د بلبل په شان به ښاخ په ښاخ چڼېږم 

د باغوان په شان به ږدم د الفت زڼې 

چې یوه لحظه غافل ستا له سودا سم 

تویوي بې ځایه سترګې اوښکې روڼې 

سر پر سر کاسې چښم د عشق له میو 

محبت اختیار لري چې هر څې ګڼې 

سپینه ورځ راباندې توره شپه سي خلکو

چې په یاد مې سي د یار شب رنګه څڼې 

الله الله د رقیب په وینا مه سه 

هر څه وايي یقین وکړه لونې سوڼې 

د زهیر سوری سنبوري زړه ته ګورئ 

په کې بندې لا د یار د غشو بڼې

بې اسرې سړی

(ځانپېښې) 

هرڅه اسانه دي وخدای ته. څه زور غواړي، یو لوی کور خراب کي، بیا له هغه څخه دوه بې سره بې بره بې یاره، بې مددګاره یتیمان پرېږدي. بیا و هغو ته په نظر د رحمت وګوري. پلار مې درلود، بې پلاره یې کړم، زوی وم پلار یې کړم، بېچاره یې کړم، چاره ساز سو، خوار یې کړم بډای یې کړم، بې کسه وم د ماندینو د زامنو، د لوڼو، د نور و نور تښتن یې کړم. 

نوکر یې کړم، سوداګر یې کړم، اختیار دار یې کړم، بیا یې و یوه غله ته په لاس ورکړم. بیا یې په هغه وساتلم، بیا یې و نادرشاه شهید ته وسپارلم، هغه یو څو میاشتې په شورای دولت کې، یو کال  په وزارت خارجه کې او یو کال په مجلس اعیان کې په عضویت واچولم. بیا یې نهه میاشتې د بهسودو د حکومتي اصطلاحاتو دپاره د رییس تفتیش په نامه او د هغه حکومت د وکیل په شان و هزاره ته واستولم. بیا یې شپږ میاشتې د حاکم کلان په ډول و غزني ته واستولم. او له هغه ځایه څخه د حاکم کلان په رنګ د شمالي خواته لاړم. هلته مې څلور کاله او څلور میاشتې تېرې شوې، بیا بېرته کابل ته راغلم. اته میاشتې کورناستی شوم، بیا یې بېرته مجلس اعیان ته واستولم. سږ بیا دا څلرم کال دی په مجلس کې یمه، نو ګوره چې لا به په ما خدای څه لیدلي وي!؟

ایا دغسې خدای نه سي کولای چې دغه یتیم ته علم هم ورکي؟ کولای یې سي. کړي یې دي. وبه یې کړي، که یې کول. 

په دې قدر بیان چې مې عرض وکړ؛ و دونه قدر زه وپېژانده سوم، چې هر زما همنامی که وغواړي، چې زما په نامه غلا وکړي، یا پاسپورټ وغواړي، خلک به هغه دروغجن وبولي؛ اما که ته غواړې چې زما سوانح لاس ته راولې، هغه ګران امر دی، امکان نه لري، حتی حی المقدور هم نه کیږي. 

(عبدالروف بېنوا ته د خواجه محمد زهیر د لیک یوه برخه)

(اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۵۶۵- ۵۷۰مخونه)

-----------

عبدالرزاق زهیر 

عبدالرزاق زهیر د پاینده محمد زهیر زوی په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال د کابل د شوربازار په اهنګرۍ کوڅه کې زیږېدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په استقلال لېسه او ثانوي یې په تجارت لېسه کې کړې دي. په ۱۹۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال ترې فارغ  شو. له فراغت سره سم د ادبیاتو پوهنځي په کدر کې د اسېستانت په توګه استاد او یوکال وروسته د «پوهیالي» په رتبه ومنل شو او د وږمې مجلې مدیر شو. په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال د ادبیاتو پوهنځي د کتابتون امر وټاکل شو. بیا یې د علمي رتبو په اخیستو عملي تدریس هم پيل کړ. 

عبدالرزاق زهیر شعر نه لیکه، خو په نثر او څېړنه کې یې څو اثار خپاره شوي دي.

نوموړي د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د څلوېښت کلن فعالیت په باب یو کتاب لیکلی چې په ۱۹۸۴ع = ۱۳۶۳ل کال کې خپور شوی. او دده له نوم سره د پوهاند علمي رتبه هم په کې ثبت ده.  معلومیږي چې عبدالرزاق زهیر تر دغه وخته ژوندی او د پوهاندۍ په رتبه یې په کابل پوهنتون کې تدریس کاوه. دده د ژوند او ادبي هڅو په اړه نور معلومات سملاسې ترلاسه نه شول. په وروستي سمون کې به ورډېر شي.

اثار 

۱.د اروپا ادبي سبکونه، ۱۳۳۵ل 

۲.د پښتو ادب معاصر سخنوران، په ۱۳۳۶ل کال یې د مطبوعاتو په کلنیو جوایزو کې د خوشال خټک جایزه اخیستې ده. 

۳.د انشاء فن او لیکوالي، په عرفان مجله کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۴.پښتو ادب، د پښتو ادبیاتو د تاریخ په باب میتودیکه څېړنه ده چې په پوهنه مجله کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۵.شهلا، یو اجتماعي او انتقادي داستان دی چې په ۱۳۳۲ل کال په انیس ورځپاڼه کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۶. پښتو متلونه ۱۳۴۰ل 

۷.د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په څلوېښتو کلونو کې (۱۳۲۳-۱۳۶۳) 

د نثر نمونه: 

 

در  ومې بوله 

د مینې مرغلره دې چې رابښلې وه، افسوس دی چې د اوښکو په سیند کې راڅخه ډوبه شوه، 

نو راشه اوښکې مې راپاکې کړه، د خواخوږۍ لاس راباندې تېر کړه او په مینه مې: 

دروبوله!

زړه وړونکي نغمې دي، چې زما د وجود مزه ماته راکړي او ما په هغو نغمو خپل ژوند تېراوه، راڅخه هېرې شوې نو بیا مې د خپلو ښکلو نغمو په وزرو باندې دروبوله!

د ګلو ګېډۍ چې دې زما د ژوند د ښایست او د وجود د پایښت دپاره راکړې وه، زه دې د بلبل په څېر نازولی وم، اوس مړاوې شوې ده. 

راشه، همهغسې مې د خپل لطف بڼ ته دروبوله!

هغه ډيوه چې دې زما د ژوند په کنډواله کې بله کړې وه، افسوس چې اوس نه رڼا لري او نه ځلا، نو له دې تیارې څخه مې: 

دروبوله!

نن نه هغه مرغلره شته، نه هغه ګېډۍ او نه هغه ډيوه! 

هو، زه هم هغه نه یم، نو راشه درومې بوله، 

یو وار مې بیا دروبوله! 

یو وار مې بیا وروزه!

هغه زړه، هغه سوز، هغه مینه، هغه ګداز، هغه نغمې، هغه کیف، هغه خوند، هغه جوش او هغه خروش یو وار بیا راکړه! 

او پر دې نازولي وجود چې پر تا یو وخت ډېر ګران و، بیا ورحمېږه!

زه هغه نه یم، زه ستا ناڅاپي بیلتون ډېر زهیر کړی یم. 

نو راشه ای زما د سرتاج او زما ګرانه بزرګواره!

(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۵۷۱-۵۷۳ مخونه).

-----------------

محمد دین ژواک 

محمد دین ژواک د غلام محي الدین زوی په ۱۹۱۸ع = ۱۲۹۷ل کال د کندهار ولایت د خشکاوې(دامان) اوس ډنډ ولسوالي  په روه اباد(روبات)  سیمه کې زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي توګه ترسره کړي. په ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال یې د کندهار مستعجله کورس شپږ میاشتې ولوست او بیا په ډنډ لومړني ښوونځي کې د حساب ښوونکی شو. 

په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال کابل ته راغی او په نجات لېسه کې د پښتو او دینیاتو ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال د ملي دفاع وزارت د پښتو مفتش او په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال په پښتو ټولنه کې غړی او د زېري اخبار مرستیال شو. یو کال وروسته د پښتو ټولنې د قواعدو ( صرف او نحوې) څانګې مدیر او په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال د ادبیاتو د څانګې مدیر شو. دوه کاله وروسته د کابل مجلې مدیریت وروسپارل شو. پښتو ټولنې ده ته د څېړنملۍ علمي رتبه هم ورکړې وه. په ۱۹۷۳ع = ۱۳۵۲ل کال تقاعد شو. خو ده تر رسمي ماموریت وروسته هم د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره کار کاوه. 

ژواک د ويښ زلمیانو د غورځنګ غړی هم و.

ژواک د په ۱۹۹۷- ۸- ۱۷ع = ۱۳۷۶-۵- ۲۶ل په جرمني کې وفات شوی دی. 

ژواک د پښتو شاعر او لیکوال و، په دري ژبه یې هم لیکوالي کړې خو تر شاعرۍ یې لیکوالې او څېړنه ډېره ده. دی د فوکلوري ادب څېړونکی او ژورنالېست هم و.  

(یادښت: پښتو ویکېپېډيا د ژواک د زوکړې کال ۱۲۹۵ل درج کړی دی.)

اثار 

۱.پښتو قرات، د ښوونځيو څلورمو ټولګیو ته لیکل شوی، پوهنې وزارت خپور کړی دی. 

۲.د ژوند کتاب، خاطرې او ځانپېښې

۳.زما د ژوند یو پسرلی

۴.د انګرېزي او پښتو ژبې ګرامري مقایسه، په کابل مجله کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۵.زما سفر، سفرنامه 

۶. مات ښانک، ډرامايي اثر  په پروان ورځپاڼه کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۷. د واده دور

۸.ویر او تصویر 

۹.افغاني حماسه 

۱۰.پښتني سندرې 

۱۱.پرونۍ هینداره ( داستاني نثرونه)، د ۱۳۵۷ل کال چاپ 

۱۲.پښتو متلونه، د ۱۳۸۲ل کال چاپ 

۱۳.شمع فروزان ( په دري ژبه)

۱۴.رمز او راز ( ادبي نثرونه) د ۱۳۷۳ کال پېښور چاپ

۱۵.افغاني موسیقي، د ۱۳۷۰ ل کال چاپ 

۱۶.د توان وروستۍ شپه، طلوع افغان پرله پسې خپور کړی دی. 

۱۷.د ادبي مکاتبو ټولګه، ژوندون مجلې خپور کړی دی. 

د ژواک د نظم او نثر نمونې: 

راشه! 

راشه د راز او نیاز خبرې وکړو

په پټه پټه له عالم نه ګوښې 

د بېدردانو نه څه لیرې غوندې 

هلته چې زه یمه تنها او ته یې

د زړه رازونه کړو شریک په ګډه 

 

هلته چې ته د شرمه سره ایسیږې 

هلته زما څخه جرت وي تللی 

سمه خبره رانه ورکه شي ژر 

د واک اختیار واګې له لاسه تللي

خو ستا په زړه کې دا چې لاړه شمه 

 

په زړه کې ډېر خو رانه هېر شي ټوله 

تلولی وایمه چې کښېنه لږه 

ما سره ډېرې تلوسې د ناستې 

تاسره هڅه د ولاړې او تلو 

وارخطا ګډ شمه مطلب شي پاتې 

ځې روانیږې خو په زړه کیږې مې نه 

سودا مې دا وي ګوره لاړه نه سې 

همدغه وي ویلای هیڅ نه شمه 

دلته رقیب شي ناببره پیدا 

نیمه خوا پاتې شي د زړه خبرې 

 

راته د ناستې تلوسه شي پاتې 

تاته ویلای نه شم کښېنه نوره 

شي مشغولتیا مې د رقیبه سره 

پر زړه مې تېرې تر پخوا لا سختې 

دغه خواري په نصیبه شي زما 

 

دا خاطره که درسره وي ګرانې 

نو راشه راشه چې نژدې کړو زړونه 

زه به جرات کړم د ویلو خوله را

عمر ډېر لنډ دی ګوره مړه به شو ژر 

چې لېونۍ مینه نامراده نه شي

 

ما وژړل!

نن ما وژړل- دومره ډیر لکه پر ما چې په ژوند کښې پر غمونو د ژړلو لوی پورلا پاتې وي مگر!؟ ته خو پوهیږې چې ما ستا په جهان کښې هلته چې پسرلي د دښت د لمنې ډکولو غاړه په گلونو خلاصه کړې وي. هلته چې د وریځو شوخۍ د سیند د آرامو اوبو پر مخ د لېونۍ نڅا واری تېر کړی و. هلته چې سپینې واورې د جگو غرونو د سر د سپینې بگړۍ د ولونو د پیچلوپت ساتلی وي. هلته چې د گڼو ځنگلونود ونود څانگو په منځ کې د رنگینومرغیو د ځالې جوړولو خواله نه وه سپمول شوې. هلته چې د مور د سترگو څخه د خپل نازولي بچي و سترگو ته د نازد ټالونو د للو للوست لا نه و پاتې شوی. هلته چې د سپین سحر د وړانگو هیلې د خوشۍ د امېدوارو سترگو د پاره پلټنه د نا امېدۍ د بېرې څخه سپمولې وه. ما پور ادا کړی دی. د ژړا، د هغې ژړا چې ستا دورکې د پلټنې په ویرما پر ځان پورباله. هلته چې د بې خبرۍ بیه تورې شپې په توره لمن کې د ارام خوب ارمان لانه پېژانده اوما د خوښۍ د جهان د مړو څخه بېګانه توب د خپل لیونتوب د مزله لومړی پړاو باله؛ هلته چې د عقل پرپله روان به د روږد جهان سره ماته د بېګانه په نظر کتل او ما به ستا دور کې د لټون په غم د اوښکو پور ادا کاوه. هلته چې د شپې آرامتیا به یوازې د رڼوستورو په رالېږلوخپلې مشغولتیا ته دآرامۍ ست او سلامنله، ما به د ژړا- په پټه د ژړا پور ادا کاوه. ما ژړل او د ژړا د تسل اشنایي به مې د ستړي زړه ملگرې وه؛ ما ژړل- ژړل مې او د ژوند د غمونو پور مې ادا کړی دی. اې زما په پټه ژړا خبره ! نو ته نور زما د لټونې د درد تسکین زما د ستړي زړه د وروستیو څاڅکو رڼې مرغلرې مه بوله، ما پور ادا کړی دی او د ژوند یوازینۍ د تسل هیله مې دغه ده!

آلمان- بنزهایم، دسمبر(۱۹۹۶)

دعا 

هلته چې د سوداګرۍ بازار ډېر تود وي او په هر سلام کې سل غرضه پټ وي، 

هلته چې احسان د انسان د مريي کولو دپاره وي، 

هلته چې عزة النفس لکه جوار او وربشې خرڅيږي، 

هلته چې علم فروشي او فضل فروشي رواج لري، 

هلته چې معنی د مادې غلامي کوي، 

هلته چې افتخار په ذات حاصلیږي او سرلوړي په سر ټيټۍ پیدا کیږي، 

لویه خدایه ! ته زما د ژوند بستره په دغسې ځای کې مه غوړوه، ځکه چې زه په دغسې ځای کې «ژواک» نه غواړم!

------

زما زرغونې لورې! 

ستا د اختر په کالیو زه په هغه شان نه شم هوسېدلای، لکه ته چې هوس په کولای شې. ځکه ستا د کالیو د هوس کولو سره سم و ماته هغه ماشومان راپه یاد شي، چې ستا په کالیو اغوستلو د یو ډول مایوسیو سره مخامخ کېدلای شي. 

زما زرغونې لورې، زه د هوس کولو په عوض یو ډول عذاب هم حسوم، که څه هم و تاته نه شي معلومېدلای. 

ته خو پوهېږې، مګر زما حال د ډېر زړه سوي دی، ځکه زه د دوو مختلفو جذبو په منځ کې واقع شوی یم، زما دا وقوع د ژرندې د دوو پلونو ښه مثال دی، ځکه له یوې خوا نه ستا هوس کول ستا کالیو راوړلو ته ما مجبوروي، مګر له بلې خوا ستا د کالیو اغوستلو په وخت زما زړه د یو ډول سوز او سوځلو سره مخ کېدونکی دی. ځکه د نورو بېوزلو ماشومانو مایوسانه کتنې ستا د کالیو د لیدنې په اثر زما په دماغ کې خطور کوي، د همدې خاطرې خطور ما ډېر سخت معذوبوي او دا عذاب تر هغه لذت ډېر دروند او معذب دی. 

زما ګرانې لورې، ته خو زما د زړه غوښې بلل کیږې، مګر زه ستا د هوس سره سم عذاب هم حسوم او هغه هم په همدې وخت کې چې تا ګلالي کالي واغوستل ته وځې او اوس سمدستي د باندې وځې، و نورو ته همدا رنګین کالي ښکاره کوې، مګر د همدې ښکاره کولو سره سم زما پرېشانه خاطرات ستا د هوسونو سره ملګري دي او هر کله بچی! 

که ته پوهېدلای او دادې حسولای شوای، چې زما پلار په همدې هوسونو د سخت عذاب سره مخامخ کېدونکی دی، تا به زما د زړه دپاره هم دې ډول بېوزلو ماشومانو ته خپل کالي نه ښودلای، د خپل پلار په حال به دې رحم کولای، مګر ته خو نه پوهېږې او د خپل پلار زخمي زړه ته نه شې ترمیمولای او د همدې ډول زخمونو التیام ته دې هیڅ فکر نه شته. 

ته هوس کوې او هغه هوس چې ستا د پلار زړه په زخمي کیږي، ته خاندې او هغه خندا کوې، چې د پلار تر سترګو دې دهمدې مظلومانو او بېوزلو له خاطره اوښکې توییږي. 

لورې، ستا پلار د ډېر رحم وړ دی، ځکه له یوې خوا ستا د هوس پوره کېدل خپله وظیفه بولي او د بلې خوا ستا د نویو کالیو ښکاره کېدل نورو بېوزلو ته ستا پلار ډېر سخت په عذابوي. اوس نو ستا خوښه ای زما د زړه ټوټې او زما د عذاب موجبې!!

(اوسني لیکوال، ۲ ټ ۵۸۸- ۵۹۲ مخونه/ پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)

---------------

غلام حسن ساپی 

غلام حسن ساپی په ۱۹۱۲ع = ۱۲۹۱ل کال د اوسني افغانستان ختیځ د لغمان مرکز اړوند، په عمرزايي (عمرزو) کې زوکړی دی. 

په اووه کلنۍ کې د لغمان په هغه دولتي ښوونځي کې شامل شو، چې تازه د وخت حکومت له خوا جوړ شوی و، که څه هم کورنۍ یې ورسره چندانې موافقه نه وه. 

په غلام حسن ساپي په ماشومتوب کې ډېرې سختې تېرې شوي، هغه دا چې دی لا یو کلن و، چې پلار یې په اورزګان ولایت کې دولتي دنده ومونده او هلته لاړ. دی، دده مور او نور اولادونه یې پرېښودل، اته کاله یې هلته دنده وکړه او د خپل کور او کهاله پوښتنه یې نه کوله؛ البته هغه وخت د پوښتنې- ګرویږنې مناسب شرایط هم چمتو نه وو. اته کاله وروسته چې خپلې سیمې ته وروګرځېد، پلار یې بله مېرمن واده کړې وه او په پلرني کاله کې دده د ژوندانه شرایط د پلار له راتلو سره ښه نه وو، ځکه چې پلار یې نوې مېرمنې ته ډېره پاملرنه کوله او دی بیا هم د خپلې اصلي مور پالنې ته پاتې شو. 

د لغمان د مرکز په لومړني ښوونځي کې یې يو څه زده کړه وکړه او یو څه یې له سیمه ییزو دینپوهانو نه د پاړسي نظم کتابونه، پنج کتاب، بوستان، ګلستان وغیره ولوستل، خو د پلار د نه پاملرنې له وجې نهیلی و؛  مور یې پرې زهیره وه او هیله یې وه چې دی په علم او تعلیم وروزل شي او ددې لپاره یې هر ډول مبارزې ته ملا تړلې وه. کوم کورنی معلم یې ورته وموند او په کور دننه یې ورته دیني او څه ناڅه عصري زده کړې ورکولې. 

دده د زده کړو دغه نیمه خوا حالت دوام لاره، خو دده یوه خور په جلال اباد کې دده د تره په زوی واده وه، او دغه اوښی یې د جلال اباد په پوځي خدمتونو کې د لوازم عسکري په مدیریت کې سرکاتب و. دا وخت ساپی دیارلس کلن و او له زده کړو سره یې هم ډېره مینه لرله. د تره زوی یو ملګری او پوځي خدمتګار به یې لغمان ته تګ و راتګ کاوه، میراکبر نومېده. دی له همدې میر اکبر سره د پلار او مور له سلا پرته جلال اباد ته لاړ او هیله یې وه چې هلته به نورې زده کړې وکړي. 

خو دده  تره زوی او اوښی دده د مورو پلار په هیلو پوی و؛ نو یې له دې سره موافقه ونه کړه چې دی دې د جلال اباد په کوم عصري ښوونځي کې زده کړې وکړي، خو ده تاکید وکړ او له همدې امله یې یو څه د پاړسي نظم کتابونه له خپل تره زوی او اوښي او یو څه هلته له موجودو دینپوهانو او د جوماتونو له ملا امامانو وویل او ځان یې یو ځای ته برابر کړ. 

سهار و ماښام به یې په نا رسمي توګه دغه ډول زده کړې کولې، څو میاشتې دغه حالت دوام وکړ او بلاخره یې  تره زوی اړ شو چې دی په رسمي وخت کې – چې وزګار وـ له ځان سره خپل دفتر ته یوسي او هلته له ده سره اداري او رسمي چارې زده کړي. همداسې وشول. دی کال نیم له هغه سره رسمي دفتر ته تلو او هلته یې د دولتي مکتوبونو او اوراقو د ځوابونو او مکاتبې څه نا څه زده کړه وکړه. 

بلاخره دده د تره زوی د دفتر په تشکیل کې یوکاتب کمبود شو او د نوي کس تقرر ته لارې چارې برابرې شوې؛ تره زوی یې زړه نا زړه دی په دغه دنده وټاکه او دده تجربه او مراوده پراخه شوه. دا ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال و، چې امان الله خان د افغانستان پاچا و. 

دغه وخت محمد ګل خان مومند د ننګرهار د پوځي فرقې قوماندان و، چې د رسمي اړیکو له مخې یې دی وپېژاند او دده استعداد یې درک کړ، نو یې له هغه سره راشه درشه پیل شوه او په هغه ګران شو. 

لږ وخت وروسته سقاوي اړو دوړ پیل شو، محمد ګل خان مومند د پوځي فرقې له ملګرو او مشاروینو سره د سروبي جګدلک ته روان شو، د ننګرهار د پوځي فرقې منسوبین ځينې پاتې شول او ځينې په ناخوښه حالاتو کې یو خوا بل خوا تیت و پرک شول. ساپي دا وخت رخصت واخیست او خپلې پلرنۍ سیمې لغمان ته ستون شو. 

سقوي اړو دوړ اته نهه میاشتې دوام وکړ، ساپی په لغمان مېشت و، چې محمد نادرشاه د پکتیا، خوست، پکتیکا او ځينو نورو سیمو د مخورو په مرسته په حبیب الله کلکاني بریالی یرغل وکړ او پاچاهي یې ونیوله، نوی نظام او حکومت قایم شو. 

محمد ګل خان مومند دا ځل د ننګرهار د تنظیمه رییس په حیث ننګرهار ته راغی؛ غلام حسن خان ساپی یې هم وغوښت او له ده سره په دفتر کې د کاتب په حیث وټاکل شو. (اوس وخت په افغانستان کې کاتب اداري مامور بلل کیږي). 

د ۱۹۲۹ع = ۱۳۰۸ل کال تر پایه یې هلته کار وکړ، د محمد ګل خان مومند دده کار، هڅې او لیاقت خوښ شو او همدا چې هغه په کابل کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو، دی یې هم له ځان سره کابل ته یوړ او په اداري چارو بوخت شو. لږ وخت وروسته محمد ګل خان مومند د شمالي په پروان کې د تنظیمه رییس په توګه وټاکل شو، غلام حسن ساپی ورسره هلته په اداري چارو کې د ملګري په توګه لاړ. 

د ۱۹۳۰ع = ۱۳۰۹ل کال تر پایه په پروان کې و، چې محمد ګل خان مومند په کندهار کې تنظیمه رییس وټاکل شو، غلام حسن ساپی ورسره د ملګري په توګه لاړ او دا ځل په کندهار کې د کاتب په ځای سر کاتب وټاکل شو. ( دغه وخت سرکاتب اوس وخت د والي د دفتر رییس او یا په دفتر ریاست کې د یوې برخې د مدیریت مانا لري). 

دوه کاله یې په کندهار کې دا دنده سمبال کړه او بیا چې وزیر محمد ګل خان مومند د شمالي ولایتونو د تنظمیه رییس په حیث بلخ ولایت ته تبدیل شو، ساپی ورسره د لارې ملګری و. هلته اداري تنظمیات پراخه شول او ساپی د بلخ د تنظیمه ریاست د دویم نمبر دفتر مدیر مقرر شو.  دوه کاله یې دا دنده وکړه، خو د ذهني او فکري پرمختګ فکر اړ کړ، چې بېرته کابل ته ستون شي او څه نورې زده کړې وکړي، هماغه و، چې کابل ته په ستنېدو یې د عظمی صدرات د حقوقو په کورس کې  ځان شامل کړ؛ کورس یې په بریالیتوب پای ته ورساوه، خو لکه چې نهیلی شو، تر فراغت وروسته یې نوې دنده وانه خیسته او لغمان ته لاړ. تر ۱۹۳۸ع = ۱۳۱۷ل پورې په لغمان کې دوه کاله بې دندې پاتې شو. 

د همدغه لمریز کال په پای کې په بلخ کې د رښتیا په نوم یو سوداګریز شرکت تاسیس شو، ملګرو بلنه ورکړه او دی هلته د اداري دفتر د مشر( سرکاتب) په توګه وټاکل شو. دا وخت به یې په کابل کې هم ځينې وخت د شرکت په نماینده ګۍ اداري کارونه کول. د اړتیا له مخې دا وخت د افغانستان بانک او ملي بانک په کورسونو کې هم شامل شو او د انګلیسي ژبې زده کړه یې پیل کړه. له دغو کورسونو بریالی فارغ شو. 

وزیر محمد ګل خان مومند په ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال د بلخ د تنظیمه ریاست په وخت د افغانستان د ملي وحدت د تامین په هدف د افغانستان د شمال په بېلابېلو سیمو کې د اوسني افغانستان د ختیزو، جنوبي او لویدیزو سیمو ځينو پښتنو ټبرونو ته دولتي زمکې وېشلې وې، چې یوه ټوټه یې غلام حسن خان ساپي ته هم ورکړې وه. 

ده دا وخت، هغه زمکې خرڅې کړې او په بلخ کې یې د رښتیا شرکت په اسهامو کې ځان شریک کړ. په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ ل کال په بلخ کې د رښتیا تجارتي شرکت د عامل هیات مشر شو او لا کال پوره نه و، چې د هند بمبيي( اوس ممبيي) او کراچۍ ته د مالونو د پېرودلو لپاره لاړ. دوه کاله وروسته د رښتیا شرکت مرستیال وټاکل شو او په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال د همدې شرکت مشر وټاکل شو. 

په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د افغانستان حکومت د ملي اقتصاد یو سراسري پروګرام پیل کړ او له ولسونو سره یې د خوراکي او نا خوراکي توکیو د مرستې لپاره د تعاوني ډیپو په نامه د یوه لوی مرکز د جوړېدو او تطبیق چارې پیل کړې؛ دا وخت غلام حسن ساپي د تعاوني ډيپو مشر وټاکل شو. 

په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال د تعاوني ډيپو له خوا د هند بمبيي ته واستول شو او هلته د ډيپو د استازي دفتر مشر وټاکل شو او ورسره یې د افغانستان بانک د استازي دفتر د مشر په توګه کار وکړ.  دوه کاله یې هلته دنده وکړه او بېرته کابل ته راغی. دلته د افغانستان ملي بانک له خوا د قند سازۍ او پېټرولو د انحصاراتو رییس وټاکل شو. یو کال او څو میاشتې یې دا دنده وکړه، خو ساپي به د معمول له مخې د ټولو دندو په بهیر کې ادبي، علمي، سیاسي او ټولنیزې لیکنې هم کولې چې د وخت خپرونو به خپرولې. په دې لړ کې یې په «ندای خلق» اخبار کې یوه لیکنه خپره کړه. په دې لیکنه کې ده ویلي و چې نورالمشایخ فضل عمر مجددي د یوه ښوونځي د جوړېدو بودیجه د ننګرهار د سره رود په زیارت (موی مبارک) لګولې او اسناد یې وړاندې کړي و. ده دا هم لیکلي و، دا چې زیارت په دې مشهور دی چې دلته د پېغمبر د ږیرې یو تار ويښته ساتل کیږي، ددې خبرې کوم سند او ثبوت نه شته. د مقالې تر نشر وروسته نورالمشایخ فضل عمر مجددي دده د کفر فتوا صادره کړه او وې ویل چې دی باید اعدام شي. حکومت ته  نورالمشایخ د مجددي کورنۍ د حضراتو په توګه منلې څېره وه، نو اړ شو، غلام حسن ساپی بندي کړي، قضیه محکمې ته لاړه.  

محاکمې ده ته برات ورکړ، خو بیا هم ځينو کړیو محکمه اړ کړه چې دی بندي شي. غلام حسن ساپی بندي شو او په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال تر دوه کاله بند تېرولو وروسته ازاد شو. 

څه وخت کورناستی و، په ۱۹۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال په پېښور کې د افغانستان د قونسل په توګه وټاکل شو. اووه کاله یې په پېښور کې د قونسل په توګه دنده ترسره کړه، او بلاخره د ۱۹۶۱ع اګست= ۱۳۴۰ل سنبله کې د پاکستان حکومت د اعتراض له امله قونسلګري وتړل شوه او دی کابل ته ستون شو. 

غلام حسن ساپی له افغانستان نه په وچ زور د بېلې کړای شوې پښتونخوا او کوټې سیمې له پښتنو سره ښه اړیکي پالل او هیله من و، چې دغه بېلې کړای شوې سیمې بېرته له خپل تاریخي وطن سره یوځای شي. د همدې لپاره یې هم په خپلو شعرونو او هم په نثري لیکنو کې مبارزه کوله او نور یې هم هڅول. په پېښور کې د قونسلي خدمتونو په وخت یې د پېښور شاعران، لیکوال او څېړونکي په دې محور راټول کړي وو او د افغانستان د هغه وخت د حکومت په استازۍ یې له دوی سره مادي او معنوي مرستې کولې، د پښتونخوا د لیکوالو او شاعرانو کتابونه به یې چاپول او د مشاعرو، ناستو او غونډو لپاره به یې لګښتونه ورته برابرول. آن  پښتنو لیکوالو او شاعرانو د ګورو کفن لګښتونه به یې هم ځينې وخت ورکول. شپږ- اووه کاله یې دا کار په دومره تېزۍ او مینه ترسره کړ، چې د پښتونخوا په پېښور کې په کتابونو، رسالو، اخبارونو او ناستو ولاړو کې د پېښور د ادیبانو+ شاعرانو او څېړونکو له خوا د ځايي پښتنو ترمنځ یو نوی فکر راوټوکېد. د پاکستان استخبارات په دغه کار خبر شول او د افغانستان حکومت ته یې څو ځله اختارونه ورکړل، خو د افغانستان حکومت د هغه وخت تګلارې او هم د غلام حسن ساپي غوندې د یوه ويښ انسان  طبیعي او قانوني فعالیتونه په نړۍ والو قوانینو کې د مخنیوي وړ نه وو، نو یې په پېښور کې د غلام حسن ساپي په مشرۍ قونسلګري وتړله او د قونسلګرۍ تر څنګ یې د نوي جوړ شوي پاکستان په مرکز اسلام اباد کې سفارت او په لاهور او کراچۍ کې هم فعالې قونسلګرۍ وتړلې او ټول ډيپلوماټيک پرسونل یې افغانستان ته په ستنېدو مکلف کړ. په دې هڅه کې د پاکستان د پوځي ادارو یوازینۍ اندېښنه د غلام حسن ساپي له فعالیته وه چې د پېښور او کوټې د پښتنو تر منځ یې له افغانستان سره د تاريخي تړون او پيوستون ارمانونه پالل او عملا یې ورته مبارزه کوله. له همدې امله یې نور دیپلوماتیک دفترونه هم وتړل او د غلام حسن ساپي په ګډون نور دیپلوماتان هم کابل ته ستانه کړای شول. 

غلام حسن ساپی وروسته په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر وټاکل شو او بیا په چکسلواکیا کې سفیر شو. 

غلام حسن ساپی د ويښ زلمیانو د غورځنګ غړی هم و، په دغه غورځنګ کې یې د فکر، بیان د ازادۍ او هېواد پرمختګ لپاره پراخه مبارزه وکړه او ده هم لکه د نورو پښتني لیکوالو د وخت په مطبوعاتو کې ګڼې لیکنې خپرې کړې. 

د غلام حسن ساپي د ژوندانه نور حالات مو ترلاسه نه کړای شول، په وروستي سمون کې به بشپړ شي. 

د غلام حسن ساپي د نثر نمونې: 

 

د پښتون راتلونکی نسل 

د پښتنو اساسي تربیه نه ده شوې، لکه خودرو ګلان د غرو په لمنو کې شنه او لوییږي او همالته بېرته رژیږي او د خاورو لاندې کیږي. 

ددوی ذهني استعداد نه دی روزل شوی او نه په اجتماعي امورو کې ورنه ډېر کار اخیستل شوی، همدا دی، چې د پښتون اوسنی نسل څنګه چې د نننۍ دنیا اقتضا ده، د خپل اساسي ژوند او ارتقا غم نه شي خوړای او په دغه لاره کې څنګه چې ښايي کار نه شي کولای. په تېره بیا په پښتونستان کې نن پښتون خپل عزت او اعتلا ته پام کول لاڅه، چې خپله ملي اراده نه لري. لکه چې تراوسه د نورو د ارادې لاندې د پردو د ګټې دپاره استعمال شوي اوس هم په دغه شلم قرن کې استعمالیږي. که نه، نن باید د پښتونستان ولس د خپلې اعتلا او وحدت او د یوه ملي افتخار او قومي حکومت حاصلولو دپاره ډېرې قربانۍ کړې وای، نه دا چې پاکستانی حکومت یې د خپلو اغراضو لپاره جنګوي او وژني یې. که دغه قرباني پښتنو د پښتونستان لپاره کړې وای، نو سبا به د یوه ملي حکومت خاوندان او د خپل ځان غم به یې په خپله خوړلای. 

دا له دې جهته چې هلته پښتون د ملي منظور لپاره تربیه شوی نه دی او دوی ته یو ملي هدف په مخکې ايښودل شوی نه دی او خپله دوی هم دغه شیانو ته پام نه دی کړی، نو ځکه د نورو د غرض لپاره استعمالیږي. 

بنا په دې نو دا ښکاره ده چې د اوسني نسل د نظر احاطه دومره تنګه او محدوده ده چې نه شي کولای اساسا د پښتون د اعتلا او جګوالي فکر وکي. نو ددې غرض لپاره نوی نسل باید ښه تربیه او ددوی غم له اوسه باید وخوړل شي. ځکه که پلرو زمونږ غم خوړلای وای او ددغې ورځې د احتیاجاتو لپاره یې تربیه کړي وای، نن به زمونږ ډېر مشکلات حل او داسې وروسته به پاته نه وو او که نن د راتلونکي نسل غم ونه خورو، د سبا مشکلات به د اوس نه ډېر وي او راتلونکی نسل به لا په بدبختیو ککړ کړي. 

البته د یوه ملت اجتماعي کارونه او مخکې تګ په یو وار او په بیړه نه کیږي او نه دا د یوه کال یا د څو کالو کار دی. صرف دا لازمه ده چې د حرکت او خوځېدو مفکوره په افرادو کې مینده شي او د خمود او جمود ژوند نه ځان وژغوري. هرکله چې دا مفکوره مینده شوه، نو اساس د جګېدو خپل به صحیح کیږدي، بیا نو په خپله تدریجي جګیږي.

اوس دلته باید وپوښتو چې پښتنو کې د حرکت او خوځېدو مفکوره مینده شوې او دوی خپل دغه بېرته پاتې کېدل احساس کړي دي که نه؟ او که مفکوره مینده شوې وي، نو ددوی د تربیې اساس څوک ږدي؟ او څنګه یې ږدي؟ 

نن خو دا ویل کیږي چې پښتانه د تعلیم نه تښتي او تعلیم بد ګڼي، ایا دا رښتیا ده، یا په پښتنو تومت کوي؟ زه خو دا تومت ګڼم. پښتانه د تعلیم نه نه تښتي، خو په ژبه سره پوهېدل په کار دي، چې څوک لږ د سرماغزه وخوري او دوی پوه کاندې. 

هو، پښتانه به اساسي تربیه نه لري، دې کې شک نه شته، چې په خپله تعلیم ته رغبت نه کوي، او د وړو د تربیې لپاره یې سر نه خلاصیږي، اما تر دې حده هم ځناور نه دي چې څوک یې د تعلیم غم وخوري او دوی ورنه بد یوسي. نو دا د منورو قومي افرادو کار دی چې په ژبه سره پوه شي او دوی پوه کاندې. 

که یوازې د پښتون مخه علم خواته کېده او د کورنۍ او تربورګلوۍ سیالۍ نه وتل او د دنیا د انسانانو سیالۍ ته یې په اجتماعي ډول پام کېده، دا ویلی شم چې دغسې چې خوب دروند دی، وېښېدل به یې ښه او مخ په لوړتیا به هم د دوی تګ په سرعت او مېړانه وي. 

زه د پښتنو زلمیانو یوه مهمه وظیفه دا ګڼم، چې پښتنو ته د راتلونکي نسل د تربیې تبلیغ وکړي او دوی په دغه مهم راز پوه کاندې، ځکه چې بې د تعلیم او تربیې نه اساسا نه شي کېدای چې پښتون ددغه ټيټ حالت نه جګ شي، یا د کورنۍ او تربور ګلوۍ له شخړو نه خلاص شي. منور زلمیان باید په حوصله او سړه سینه سره په دغه لاره کې زیار وکاږي، ځکه پښتانه که عالم او پوه شول، بیا هاغه وخت د یووالي نارې غوږو ته ښه رسیږي او پښتون کېدای شي چې له امو تر اټکه او له اسلام قلعه او بلوچستانه تر چتراله پورې د یوه نظام لاندې راشي او خپل سعادت او اعتلا لاره په خپله وټاکي او یو تر بل په احوال خبر او په غم او خوشالۍ کې سره شریک شي. 

+++

زمونږ زلمیان 

یقین دی چې په دې به ټول پښتانه خصوصا حساسه طبقه پوه شوي وي، چې زمونږ قوم او وطن د دنیا او نورو ملتو د مادي او معنوي کاروان څخه ډېر وروسته پاتې دی. 

دا جوته ده چې د مقصد منزل ته ددې پاتې کاروان رسول، مستلزم د مزل ټاکل او کلکه او ټينګه اراده او عزم او د لویو قدمونو اخیستل او ګړندی تګ دی. ددې فکر د عملي کولو لپاره چې غایه په کې د ولس سعادت او ارامي او جګوالی دی، د ځوانانو ډله موثره او ځوانان د قدرت خاوندان دي. د نورو ملتو تاریخ هم مونږ ته دا ښيي چې دې ډلې یعنې زلمیانو د عیبونو او نواقصو په اصلاح او د اجتماعي چارو په سمولو کې ډېر مهم کارونه کړي او لوی – لوی تغییرات یې پېښ کړي دي. 

مونږ هم دغه انتظار د زلمي نسل او د پوهې د خاوندانو ځنې لرو، اوس هاغه وخت نه دی چې د یوې جامعې افراد، خصوصا پوهان او زلمیان ځانونه د اجتماعي چارو ځنې بې برخې او بې علاقې ګڼي. نو له دې جهته د عمومي سعادت د لارې او د عامو د ګټې لپاره چې طبعا شخصي سعادت او ګټه هم په کې تامین کیږي، باید زلمیان فکر او کار وکړي. 

زلمیان ښايي چې ډېر پاک وي او عالي نصب العین ولري، د افراط او تفریط ځنې تېر شي، په اصلاحي او تعمیري اراده او نیت د شخصي غرض او کینې او حسد نه تېر شي او د عمل ډګر ته راووځي. هرکله چې د حق او حقانیت لپاره پل کیږدي، جوته ده چې ټول طبقات د دوی مرسته کوي او دوی کولای شي، چې په دغه لاره کې موفقیت حاصل کي او د ټولنې د سعادت او ارامۍ په لاره کې او د مملکت د چارو او ملي شووناتو لپاره د قدر وړ خدمتونه وکړي. زلمیان باید خیر او اصلاح ته پوره عقیده او کامل ایمان ولري. حوصله من او خون سرده وي، د شخصي اغراضو په سبب هیچاته د حسد او کینې په سترګه ونه ګوري. ټيټال او غوړه مالي ( تملق او چاپلوسي) به نه کوي او نه به یې خوښوي. 

دروغ به نه وايي، په هیڅ صورت به شر او نزاع ته تن نه ږدي، د ورانولو څخه به جوړولو ته زیات مایل وي. د دین، ملت او حکومت سره به مینه ولري، په شخصي ګټې باندې به اجتماعي ګټه مقدمه وګڼي، د حق په مرسته کې به ډارن نه وي. 

د حق او حقانیت به ملګری وي، که مامور وي، رشوت به نه خوري او ظلم به نه کوي، بلکې ظالم او رشوت خور به بد ګڼي، د موقعیت او ماموریت په اشغال کې باید د عامو خدمت منظور ولري، نه د پیسو ټولولو او د څوکۍ ساتنه. د ملي وحدت ټينګار او په ټولنه کې د مساوي حقوقو ساتنه به دده نصب العین وي. 

نو یو زلمی چې ددې صفاتو خاوند وي، باید په یوه عالي احساس او کلک ایمان سره دا لاندې مواد تعقیب کړي او هیڅ راز مرستې او کومک نه په دغه موردو کې سپما ونه کړي: 

۱.د افکارو تنویر او د معارف تعمیم. 

۲.د رشوت، ظلم او نورو خیانتونو سره مجادله. 

۳.د بدو عادتونو او مزخرفاتو اصلاح. 

۴.د حق او حقانیت ملګرتیا. 

۵.ملي وحدت ټينګول. 

۶.همدردي او خواخوږي درلودل. 

( اوسني لیکوال، ۲ټ، ۵۹۳- ۶۰۲ مخونه/ د لیکوال یادښتونه )

-------------

محمد حسن ضمیر ساپی 

محمد حسن ساپی چې وروسته یې له خپل بلنوم( تخلص) سره د ضمیر ټکی هم ورډېر کړی، د عبدالظاهر ساپی زوی د حاجي مېرزا محمد مکمل اخونزاده لمسی، په خټه ساپی په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال د اوسني افغانستان د ختیځ د لغمان په علي خېلو کې زوکړی دی. 

لومړني تحصیلات یې د تیرګړیو په ښوونځي کې وکړل، بیا د کابل په غازي لېسه او وروسته یې د هرات په لومړني ښوونځي کې ترسره کړي دي. 

منځني تحصیلات یې د کابل په متوسطه دارالمعلمین او لوړ تحصیلات یې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې بشپړ کړي دي. په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال د همدغه پوهنځي له تاریخ او جغرافیې څانګې فارغ شو. ( اوس تاریخ او جغرافیه څانګه په ښوونې او روزنې پوهنځي پورې اړوند شوې ده.) 

په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال په پښتو ټولنه کې د تاریخ او ادبیاتو څانګې مدیر وټاکل شو. په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال د ادبي او علمي فعالیت له امله د څېړنیار علمي رتبه ورکړل شوه. 

په دغو کلونو کې ساپی د امریکا متحده ایالتونو ته د نورو زده کړو لپاره لاړ او په هارورډ پوهنتون کې یې فوق لېسانس او د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې یې ماسټري وکړه. تر دې وروسته د هند علیګړ پوهنتون ته لاړ او هلته یې نورې زده کړې هم وکړې. 

هېواد ته په راستنېدو په ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل کال د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې استاد وټاکل شو، چې د پوهاندۍ تر درجې په کې ورسېد.  په ۱۹۷۸ع = ۱۳۵۷ل کال د همدغه پوهنځي د رییس په توګه وټاکل شو. 

په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال د پخواني شوروي اتحاد د اوزبکستان جمهوریت په پلازمېنه تاشکند کې یې د اسیایي ـ افریقايي لیکوالو په جوړ شوي کنفرانس کې د افغانستان په استازۍ ګډون کړی دی. 

محمد حسن ساپی د شلمې عیسوي پېړۍ په اوومه او اتمه لسیزه کې په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د تاریخ او جغرافیې څانګې استاد و، د علومو اکاډمۍ له بېلابېلو برخو سره هم رسمي او غیر رسمي همکاري درلوده، په دې لړ کې د ملګروملتو د یونسکو سازمان له خوا د منځنۍ اسیا د هنر او تمدن د پروژې مشر هم و، دا وخت یې د کوشانیانو په واکمنۍ تاریخي څېړنې هم وکړې. په دې ترڅ کې څو ځل پاریس ته د یونسکو کنفرانسونو ته هم د غړي په توګه ورغلی دی. 

محمد حسن ضمیر ساپی د ويښ زلمیانو د غورځنګ غړی هم و او په دې لړ کې یې سیاسي او ادبي فعالیتونه هم کړي دي. 

د افغانستان په ورستیو نا خوښه حالاتو کې هندوستان ته کډوال شو او بلاخره د ۲۰۰۸ع کال د ډېسمبر په ۲۱مه = د ۱۳۸۷ل کال د مرغومي لومړۍ د یکشنبې په ورځ د ۷۹ کلنو په عمر وفات او جنازه یې له هنده کابل ته ولېږدول شوه او په خپله پلرنۍ هدیره د لغمان ولایت په علیخېلو کې خاورو ته وسپارل شو. 

محمد حسن ساپي ( ورسته ضمیر ساپي)، له ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال راهیسې د لیکوالۍ په ډګره پل ايښی او ګڼ منثور او منظوم مضامین یې لیکلي چې د هېواد په مطبوعاتو کې په تېره په کابل مجله کې خپاره شوي دي. 

 

اثار 

۱.سلطان شهاب الدین غوري، د لېسانس دورې مونوګراف. 

۲.د تاریخ په باره کې، (ژباړه)، په ۱۳۳۷ل کال  د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي خپور کړی دی. 

۳.برېښنا، په انګلیسي ژبه د امریکايي لیکوال موریس یارکر د اثر ژباړه ده،  چې د برېښنا د کشف، تولید او پراختیا په اړه علمي معلومات لري. 

۴.نظری بر مبادي تاریخ، د عبدالحی ګردیزي جایزه یې اخیستې ده. 

۵.هند در تحت تسلط کوشانیان، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ۱۳۵۷ل کال چاپ. 

۶.د کابل صوبه له ۱۵ مې تر ۱۷مې پېړۍ پورې، د افغانستان علومو اکاډمي، د ۱۹۸۷ع کال چاپ. 

۷. کندهار له ۱۵مې تر ۱۷مې پېړۍ پورې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ۱۹۸۷ع کال چاپ. 

۸. د کوشانیانو هنر او تمدن، د افغانستان علومو اکاډمي، د ۱۹۸۲ع کال چاپ. 

۹.د کوشانیانو د هنر او تمدن البوم، په انګلیسي ژبه د یونسکو خپرونې. 

۱۰. په هندوستان کې د افغانانو تاریخ، کابل پوهنتون د ۱۹۸۴ع کال چاپ. 

۱۱. د منځنۍ اسیا د هنر او تمدن البوم، د یونسکو ځپرونې. 

په لاندې کتابونو کې یې د چاپ، خپراوي او تدوین اهتمام هم کړی دی: 

۱۲. د پښتو ادبیاتو تاریخ د پوهاند حبیبي لیکنه، 

۱۳.پښتني سندرې، دویم ټوک، د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۳۷ل کال خپور شوی دی. 

۱۴. پښتني دودونه، په ۱۳۳۷ل کال پښتو ټولنې په کابل کې خپور کړی دی. 

۱۵. د ملنګ جان خوږې نغمې، چې عبدالله بختاني خدمتګار راټول کړی او دده په زیار خپور شوی دی. 

۱۶. لودي پښتانه د عبدالشکور رشاد اثر چې ده یې د چاپ او تدوین اهتمام کړی دی. 

۱۷. پښتو متلونه چې عبدالروف بېنوا لیکلی او سعدالدین شپون په انګلیسي ژباړلی او په ۱۳۵۸ کال د افغانستان علومو اکاډمۍ خپور کړی دی. 

د محمد حسن ضمیر ساپي د نظم او نثر نمونې: 

 

د پښتونستان پښتون ته 

نه شته په جهان کې ښه نعمت د ازادۍ په شان 

نه شته په جهان کې سعادت د خپلواکۍ په شان 

نه شته په عالم کې ښه خواهش د حق خواهۍ په شان 

وغواړه خپل حق د خپلواکۍ ازاد انسان شه 

پاڅېږه پښتونه نوي ژوند خواته روان شه 

وپېژنه ځان چې له قدیمه توریالی وې ته 

هرکله هرځای کې په دوښمنو بریالی وې ته 

شاوخوا ملکونو کې له ټولو نومیالی وې ته 

ولې نن غوبل دی په تا باندې لږ په ځان شه 

پاڅېږه پښتونه نوي ژوند خواته روان شه 

طوق د غلامۍ هر چېرې لیرې له انسانه شو 

ظلم و استبداد نن مسافر له دې جهانه شو 

ورانې جېلخانې، ورک تکلیفونه له زندانه شو 

ته هم ځان ازاد کړه، زمریالیه په هیجان شه 

پاڅېږه پښتونه نوي ژوند خواته روان شه 

مه کوه خوبونه دغه عصر د خوبو نه دی 

دا طلايي وخت د تش عیشو، د تېرېدو نه دی 

وخت د کارو زیار دی، د عیشونو او چړچو نه دی 

جوړ پښتونستان کړه، دغه لاره کې قربان شه 

پاڅېږه پښتونه نوي ژوند خواته روان شه 

لږ غوندې په ځان شه، نظر وکړه خواو شا ته 

دوست و دوښمن بېل کړه په ځير وګوره هرچاته 

خپل اصلي جوهر دې، نن ښکاره کړه، بیا دنیا ته 

غرقه کړه کښتۍ د ظالمانو، لوی توپان شه 

پاڅېږه پښتونه نوي ژوند خواته روان شه

سیندونو کې اوبه پاکه هوا، غرو کې معدن لرې

توره او مېړانه قوي روح، غښتلی تن لرې

هر راز عناصر د ترقۍ د خپل وطن لرې

جوړه پښتونخوا کړه، ښکلی باغ  ته یې باغوان شه 

پاڅېږه پښتونه، نوي ژوند خواته روان شه

بزګر ته ! 

( د نوي کال په مناسبت یو مخلصانه لیک) 

بزګر لالا عمر دې ډېر شه! 

تر هرڅه دمخه زما سپېڅلي مینه او صمیمانه احترام ومنه! 

دادی ژمی ولاړ او په خیر سره تېر شو( بلا وه برکت یې نه و). سره له دې چې تا او ستا کورنۍ ته به یې ډېر تکلیف رسولی وي، خو شکر دی چې ژوندی ترې راووتې. 

رښتیا هم چې په ژمي کې څوک تودې جامې او ښه توده جوړه ونه لري، ډېره سخته ده. 

ماته خو ستا حال معلوم و، نو ځکه باور وکړه چې ډېر درته ځورېږم. 

اوس چې ژمی لاړ او پسرلی راغی، هوا ښه شوه، کال نوی شو، نو زه هم په ډېره مینه د نوي کال مبارکي تاته وړاندې کوم. 

زه اعتراف کوم چې، څو کاله د مخه زه تاته په کوم ارزښت قایل نه وم، ډېر ځله داسې هم شوي دي، چې ستا پاک ضمیر ته مې صدمه رسولې او ستا د لوړ شخصیت اهانت مې کړی دی، حتی ستا سلام ته مې علیک قدرې هم نه دی ویلی. 

اوس چې ما وپېژندلې او ستا مقام او ارزښت راته معلوم شو، ځکه نو ستا په مقابل کې د خپل تېر نامعقول سلوک په نسبت د ډېر ندامت او انفعال احساس کوم او ډېره بښنه غواړم. 

هغه وخت زه نه پوهېدم، خود خواه او جاهل وم، ناپوهۍ او خود خواهۍ زما سترګې ړندې کړې وې او ستا د مقام د ارزښت په متعلق مې اقلا یوه لحظه هم فکر نه و کړی. 

زه نه پوهېدم، چې ته زما دومره نژدې دوست او تر بل هرچا راباندې خواخوږی او مهربان او د هر چا لپاره یو مفید انسان وې! 

زما نه هېریږي چې یو کال، وروسته له څه مودې مسافرۍ له ښاره خپل کلي ته ستون شوم؛ کلي ته چې نژدې شوم، ستا سترګې په ما ولګېدې او ژر دې قولبه پرېښوده او په ډېره خوشالۍ او چټکۍ زما مخې ته زما د هرکلي دپاره راغلي. 

تا د خپل پاک ضمیر او صاف زړه په تقاضا خپله غیږ بې درېغه او بې درنګه خلاصه کړه، غوښتل دې چې له ماسره غاړه غړۍ شې، خو ما چې ستا خیرن او په خاورو خټو لړلي لاسونه او کالي او په خولو باندې لېت پېت ځان ولید، یو خو مې له تانه زړه وهسکېده او بل مې په خپلې ښکلې درېشۍ زړه ورپېده، ګواکې حاضر نه شوم چې له تا سره غاړه غړۍ شم. 

نو بس ! د دوو ګوتو په وړاندې کولو مې اکتفا وکړه. 

زه چې اوس هر کله هغه حالت په خپله مخېله کې ترسیموم، سمدستي په ما باندې د خجالت او انفعال خولې راماتې شي. 

زما د دغه بې ځایه غرور او نامعقولې خودخواهۍ باوجود، هغه هم ستا غوندې د یوه ډېر سیال او شریف انسان په مقابل کې، بیا هم ستا په څېره کې د خپګان ډېره وړه نښه هم ونه لیدله شوه، او ستا پاک ضمیر متاثره نه شو او په داسې حال کې چې هماغسې دې اننګي له خوشالۍ سره وو، زه او د کالیو بکس دې شاته واچاوه او تر ما دمخه شوې او په بیړه دې ځان زمونږ کورته ورساوه او زما د راتګ زېری دې زمونږ کوروالو ته ورکړ!

دا چې تا بیا وروسته څومره مرستې او څومره شرافتونه راسره کړي دي، نور یې نو په ویلو ځان نه شرموم... . 

ممکن تاته دا سوال  پیدا شي، چې ستا په نسبت زما ذهنیت ولې بدل شوی دی؟ پخوا ولې هغسې وم او اوس ولې داسې یم. 

ممکن چې اوس تاته دا سوال پیدا شي، چې ستا په نسبت زما ذهنیت ولې بدل شوی دی، پخوا ولې هغسې وم او اوس ولې داسې یم!؟ 
 قصه خو داسې ده چې، یوه شپه مې هغه هم ستا د سر له برکته خپله ګېډه ښه مړه کړې وه....

په دې خو نو پوهېږې چې یو وږی انسان تفکر څه چې حتی د خدای عبادت او لمانځنه هم نه شي کولای، یعنې دا چې زه غواړم ووایم، چې د نورو په باره کې تفکر او چورت وهل د مړې ګېډې تقاضا او د هغې صفات دي. 

نو ځکه ما هم چورت واهه او د جامعې د بېلو بېلو طبقاتو او د هغو د اجتماعي ارزښتونو په متعلق مې فکر کاوه او بالاخره دې نتیجې ته ورسېدم چې د جامعې ټول طبقات بس یوازې ستا نمک خواره دي. 

هو ! رښتیا هم داده چې که ته نه وای، نو داسې وګڼه چې زمونږ ژوند به هم خوار او نیمګړی وای او د وحشي حیواناتو په شان به مو د ځنګلونو په بوټو او وښو ژوند کولای !!.

یو وخت په اوولسمه او اتلسمه پېړۍ کې د اروپا د پوهانو ترمنځ ستا په سر یوه توده مباحثه او یوه سخته مشاجره ونښته چې په نتیجه کې دوی په درو ډلو ووېشل شول: 

یوې ډلې چې خلکو ته مرکانټالست ویلې د تجارانو او صنعتګرو کاروبار ته په درنه سترګه کتل او په دې عقیده وو، چې د جامعې د پرمختګ او قوت لومړني محرکان همدا سوداګر او صنعتګر دي او بس ! 

مګر دا بله ډله پوهان چې د فزیوکراتان په نامه مشهور شول، ستا په طرفدارۍ راپورته شول او ستا مقام ته یې تر هرچا زیاته ترجیح ورکړه. 

اوس چې زه فکر کوم، دا ستا طرفداره ډله پوهان حق په جانب وو، او ددوی نظریات ستا په برخه کې ماته معقول او د منلو وړ ښکاره شول. 

ځکه، دوی ویل چې انسان په مزکې پورې متعلق یو موجود دی او د خپل ژوندانه د دوام او بقا لپاره په هیڅ صورت له مزکې نه شي بې نیازه کېدی، او هغه څوک چې له مزکې نه د بشر د ژوندانه د دوام او بقا لپاره استفاده کوي، هغه بزګر دی. 

یو وخت ډېر د مخه چې په بشر باندې وروسته له لومړۍ اشتراکي دورې نه د غلامۍ دوره راغله( چې د بشر بد بختي هم له هماغې دورې شروع کیږي)... 

په دغه دوره کې د انسانانو پلورل او پېرودل په پوره اندازه رواج وموند. 

کله چې تا د بشر دغه بدبخته ورځ ولیده، نو تحمل دې ونه شو کړای او اراده دې وکړه چې د غلامۍ د منحوسې دورې کمپله ټوله کړې. هو، تا خپله نېکه اراده عملي کړه او د غلامۍ په ځای دې د ملوک الطوایفۍ دوره راوستله. که څه هم چې تا په خپل لاس راوستلی دوران کې نه یوازې دا چې هیڅ ګټه ونه کړه، بلکې تر هرچا تا په خپله ډېر زیان او زحمت ولید او ډېر تاوانونه دې وګالل، خو سره له دې ټولو بیا هم دغه افتخارچې بشري ټولڼې دې د غلامۍ له منحوسې او ننګینې دورې نه وژغورلې، یوازې د ستا په برخه شو، نو ځکه نن د دنیا ازادي دوست انسانان تاته په ډېره درنه سترګه ګوري او ستا لوړ مقام ته د احترام او اطاعت سر ټيتوي. 

دې ته به دې کله هم پام کړی وي، چې طبیعت او بشر یو پربل باندې څومره متقابله اثر لري او یو د بل په سرنوشت کې څومره ګوتې وهي. 

ته هم بشر یې، نو د طبیعت تاثیر پر تا باندې هم ( لکه پر مونږباندې) یو واقعیت دی. مګر زمونږ او ستا تر منځ فقط دومره توپیر شته چې ته د طبیعت سکه او مونږ یې ناسکه زامن یو. دومره چې ستا ناز په طبیعت چلیږي، زمونږ ستا په نیمايي قدر ته هم نه چلیږي، زمونږ او د طبیعت ترمنځ مقابله تاثیرات متاسب نه دي، ځکه د هغه تاثیر پر مونږ زیات او زمونږ پرې لږ دی. مګر ستا او د طبیعت ترمنځ متقابله تاثیرات تقریبا متناسب ښکاري، ځکه هومره چې طبیعت پرتا تاثیر کوي او حکومت درباندې چلوي، تقریبا په هماغه تناسب ته هم خپل حکومت پرې چلوې، او خپل اثر ورباندې اچوې. 

هو ! ته حتی اقلیم ته هم تغیر ورکولای شې، او د مزکې ښکلا او تازه ګي خو زیاتره ستا د زیار نتیجه ده. 

هو ته ډېر سترقوت او نورو انسانانو ته لوی رحمت یې ! 

وبښه، جسارت کوم چې درته وایم: ته لا تر اوسه پورې هم خپل ځان نه پېژنې او له خپل قوت او طاقت څخه نه یې خبر ! 

خو زه وېرېږم په دې چې که ته له ځانه خبر شې او ځان لکه څنګه چې یې هغسې وپېژنې، بیا به زمونږ سلام ته علیک قدر ته هم ونه وایې ! 

ته باور وکړه چې که ته وغواړې، دا زمونږ له اغزو ډکې او وچې میرې دنیاګۍ نه جنت جوړولای شې. 

تاته جنت جوړول کوم سخت کار نه دی. 

هو، ته هر څه کولای شې، خو په دې شرط چې په تا کې یو څو لکه مونږ غوندې خودخواهي او جاه طلبي او بې ځایه غرور او تشه استغنا ځای ونه نیسي او همداسې پاک او صمیمي او زیارکښ پاتې شې....

او بل د خپلو هغو نورو وروڼو سره لاس یو کړې چې له بده مرغه د ټولو نومونه راڅخه هېر دي، خو دومره مې په یاد دي، چې یو یې پښ دی او بل یې لیکوال، ها بل، نه پوهېږم چې په کوم ښوونځي کې معلم دی او نور....

په دې خو، ښه پوهېږې چې مونږ هم لکه ستا په شان د هېواد او ناموس او ازادۍ سره عشق او لېونۍ مینه لرو، خو چې ته ډوډۍ را نه کړې او د ګېډې غم مو ونه خورې، زمونږ دغه عشق او مینه یو ایډيالي او خیالي پوچ تصور او یا د کاغذ پرمخ تش الفاظ دي او بس !!

ځکه د وطن د ناموس او ازادۍ ساتنه او نور په لوږه نه کیږي او دا د مړې ګېډې کار دی او د ګېډې مړول ستا کار !!

نو دادی پسرلی راغی، کال نوی شو، هوا ښه شوه، پاڅېږه، زمونږ د ګېډې غم وخوره، ستا ددې غمخوارۍ په مقابل کې به د همېشه لپاره ممنون یو او که په مونږ کې انساني شرافت موجود وو، نو ستا د نمک پاس به هیڅکله هم نه هېروو! 

(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۶۰۳-۶۱۲ مخونه / پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه )

--------------

مېرمن سایره 

مېرمن سایره د سید زېورشاه ( د لغمان د تیرګړیو پاچاصیب ) لور ده چې په ۱۹۱۸ع = ۱۲۹۷ل کال د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې زیږېدلې ده. 

زده کړې یې په خپله علمي او روحاني کورنۍ کې کړي او پارسي ادبیات او د فقهې کتابونه یې لوستي دي. په ادبیاتو کې یې عرفاني او تصوفي اثار لکه د بلخي مولوي مثنوي او د رحمان بابا دېوان ډېر لوستي، په حدیثو کې یې مشکوة المصابیح او دقایق الاخبار ویلي او د قرانکریم ترجمه یې هم کړې ده. 

په پښتو او دري ژبو پوهېده چې له همدې امله یې د شعر قریحه بیداره شوې او په پښتو ژبه یې شعرونه ویل. شعرونه یې په ننګرهار اخبار او مجله کې خپاره شوي دي. 

په ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال یې د ننګرهار د بهسودو له سردار دوست محمد خان سره واده کړی دی. دی په ملي شورا کې د سره رود ولسوالۍ وکیل هم و. 

مېرمن سایرې ځينې وخت په خپلو شعرونو کې د محوي تخلص هم ذکر کړی دی. 

د پسرلي نغمه 

راغله بلبلان په چمن نوی نوبهار دی 

هره غونچه وا شوه دا قدرت د کردګار دی 

هره غونچه واه شوه خوشالۍ د ناز خندا کوي 

زړه یې ډک له وینو چې خزان لکه ښامار دی 

وايي بلبلان چې پښتانه ویښ له غفلته شول 

هرطرف چې ګورم د پوهنې بڼ ګلزار دی 

توره د غیرت او د پښتو په لاس ولاړ عسکر 

سوی د غلیم زړګی په مثل د چینار دی 

تل دې وي، اباد افغانستان پښتونستان سره 

دواړه دې تازه وي چې یو ګل دی بل بهار دی 

هر ګل چې پیدا شي، بیا فنا خزان د لاسه شي 

مه ژاړه محوي دغه دنیا ده دا یې کار دی 

-------

دنیا دې ودانه 

دنیا دې وي ودانه خو افغان چې په کې وي 

وطن به تل رڼا وي، خو عرفان چې په کې وي 

ژوندی چې ظاهر شاه دی، هر پښتون دې تل مست ګرځي 

پښتو ژبه دې ویاړي شاعران چې په کې وي 

محراب، منبر نشان لاندې هر ځای کې بنډارې وي

عجیبې نندارې وي ښه ځوانان چې په کې وي 

پښتون غفلت نه ويښ شو، د دردمند نه شو درد لیرې 

د ناز مجلس ساز شوی، خو رندان چې په کې وي 

ادیب چې په کې نه وي د مجلس به څه زینت وي 

مجلس به منور شي ادیبان چې په کې وي 

«محوي» ده دعا ګویه د پښتون په صبح و شام کې 

هغو ځنې ځاریږي لوړ ایمان چې په کې وي

 

توبه 

د ریا د دیندارۍ نه مې توبه ده 

مسلمان زړه ازارۍ نه مې توبه ده 

یو نیالګی د مینې ږدي، بل بېخ یې کاږي

ددې پټې بېخ کنۍ نه مې توبه ده 

چې تسبېح یې وي په لاس، بغض په زړه کې 

خدایه دا رنګه شېخۍ نه مې توبه ده 

چې د بل چا بدنامۍ باندې خوښيږي 

د کچه مسلمانۍ نه مې توبه ده 

په خوله وباسي توبې، په زړه تمبې وي 

الله داسې رهزنۍ نه مې توبه ده 

سایره د ننګیالیو زلمو خور ده 

د بې ننګو ورورولۍ نه مې توبه ده

(اوسني لیکوال، ۲ ټوک، ۶۲۷ - ۶۲۹مخونه)

----------------

 

سراج الدین سعید 

سراج الدین سعید د ملامنهاج الدین زوی په خټه شینواری پښتون په ۱۹۰۱ع  اپرېل= ۱۲۸۰ل کال په ثور میاشت کې د کابل ښار په ده افغانانو کې زیږېدلی دی. خو دی اصلا د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار نه کړي او نور تحصیلات یې په خصوصي ډول پوره کړي دي. په اته کلنۍ کې له کابل نه د ننګرهار روداتو ولسوالۍ ته په زده کړې پسې لاړ او هلته یې له دیني عالمانو په دري او عربي ژبو درسونه ولوستل. صرف، نحوه، فقه، منطق یې همدلته بشپړ کړل. دودیزې طبي زده کړې یې له خپل پلار نه وکړې.

په شپاړس کلنۍ (۱۹۱۷ع= ۱۲۹۶ل) بېرته کابل ته ستون شو. په کابل کې دده پلار دولتي دنده لرله. دلته یې له قاري ملک الشعرا او شاه محمد قندهاري نه هم څه کتابونه ولوستل.

له دغو زده کړو وروسته د کابل په عربي ښوونځي کې د خط او املا ښوونکی شو، څه وخت وروسته په بهرنیو چارو وزارت کې د سرحدي پېښو لیکونکی وټاکل شو. دده دنده ده دا وه چې د امیرامان الله خان د واکمنۍ په لومړي کال له کابل نه سیاسي پوسته برتانوي هند ته یوسي. دا وخت د سردار علي احمد خان په مشرۍ یو هیات له انګرېزانو سره د متارکې لپاره برتانوي هند ته ورغلی و او څو میاشتې هلته دېره و. له هغې خوا به یې د هیات ګزارش په بهرنیو چارو وزارت کې مرحوم بېګ ته راوړه.

یو کال وروسته په دفاع وزارت کې مقرر شو، څه وخت کار یې وکړ، بیا د پاچا امان الله خان په امرپه شاهي دارالتحریر کې مامور شو، څو کاله پرله پسې یې هلته د اداري مجلس ګذارشونه لیکل. بیا د شاهي دارالتحریر د قلم مخصوص منشي شو. قلم مخصوص ته اوس وخت کې د پاچا یا هېواد مشر د دفتر ریاست وايي.

کله چې د سقاو پلویانو د زابل په کلات کې یرغل پیل کړ، علي احمد خان په کندهار کې والي وټاکل شو، سعید ورسره د منشي په توګه لاړ. دغلته یې صرف یوه ورځ کار وکړای شو، نور نو د سقاو د اړو دوړ پلویانو کندهار ونیو او دی د کندهار د رېګ په لاره ړومبی چمن او بیا کوټې ته واوښت. له څه وخت وروسته له هغه ځایه کراچۍ ته لاړ، میاشت دوه یې هلته تېرې کړې، له هغه ځایه ایران ته لاړ، د سقاو اړو دوړ د محمدنادرخان په لاس وځپل شو او دده د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې بېرته کابل ته راوغوښتل شو. 

په کابل کې د شاهي دارالتحریر د دویمې څانګې سرکاتب وټاکل شو. بیا د اوراقو او قلم مخصوص مدیر شو. کال دوه وروسته د شاهي دارالتحریر د تبلیغ او ترجمې څانګې مدیر وټاکل شو. په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل کال د لومړي معین په رتبه د پاچا محمد ظاهر شاه سلاکار وټاکل شو. دا وخت د پاچا د زوی شهزاده احمدشاه د روزنې وظیفه وروسپارل شوه. پوره دیارلس کاله یې دا دنده سمبال کړه او شهزاده احمدشاه له استقلال لېسې فارغ شو. تر ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل پورې د پاچا محمد ظاهر شاه په دربار کې د سلاکار په توګه مقرر و. 

سراج الدین سعید په شرقي علومو کې د ښې مطالعې څښتن و. په ماډرن علومو کې یې هم پوهه لرله. 

په پښتو او پارسي یې لیکنې کړي او په عربي، اوردو، تورکي او انګریزي ژبو هم ترڅه حده پوهېده. 

سعید لومړی د دري ژبې لیکوال و، خو په افغانستان کې د پښتو لیکنې غورځنګ دی بېرته خپلې مورنۍ ژبه کې لیکوالۍ ته راوګرځاوه. لیکنې یې د افغانستان د هغه وخت په خپرونو کې خپرې شوې دي. دی شاعر نه و، خو پوخ لیکوال و. ځينې لنډې کیسې یې هم لیکلي او دوه درې کتابونه یې په دري ژبه هم لیکلي دي. په پښتو ژبه یې ګڼې لیکنې او مقالې په اصلاح، انیس اخبارونو او کابل کالنیو کې خپرې شوي. 

اثار 

تذکرة الشعرا ( له مولوي صالح محمد هوتک سره په ګډه لیکل شوې تذکره)، په ۱۳۶۶ل کال په کابل کې هېواد ورځپاڼې د عبدالله بختاني خدمتګار په تدوین او زیار خپره کړې ده.

-د نورو اثار په اړه یې سملاسې څه ونه موندل شول. 

د نثر نمونه: 

۱.زړه ته!

تر څو به د خپلې هوا او هوس دپاره دومره مشکلات زغمې؟ 

ته، هو ته، په یاد لرې؟ هغه خاطرات، هغه ورځې او شپې، هغه خواږه اشنایان، هغه د لطف او نزاکت او شوخۍ مجلسونه، افسوس چې ولاړل، تېر شول او تېریږي، یقین لرم، چې ته هغه له یاده نه شې ویستلی، ځکه هغه ستا په ژوند پورې پوره اړه لري...

ای زما زړه، پوهېږم، چې تلوسې او امېدونه لرې او د خپلو پرېشانیو له لاسه ځورېږې. 

ای زما د ځان ملګری، ای د عشق مرکزه، هغه عشق چې تا د خلکو څخه پټ ساتلو، فاش او رسوا شو، ځکه چې ستا د عشق بهترین داستان د ریکاټ په ضمن کې ثبت او د موسیقۍ په دفتر کې ولیکل شو. 

هو، ستا د ژوند خاطرې د کتاب د پاڼو په مخ او د رکاټ په ضمن کې وساتل شوې، لوستکي به یې اوري او پوهیږي به چې دا داستان د زړه عواطف او ملکوتي الهامات دي. 

دا وطن، ملک، قام او قبیل د ملت د نهضت او پرمختګ دپاره امېدونه او هیلي دي. 

دا د هغه ارمانونو معراج دی، کوم چې د ډېرو انتظارونو څخه وروسته په لاس راغلی دی. 

ای زما ګرانه زړه، اوس، هو ، اوس عهد وکړه چې د ځان او د خلکو د خدمت دپاره د مینې او عشق جذبې ته ادامه ورکړې، تر څو هغه مخ کې تللې قافلې ته په ډېر زور او قوت سره ځان ورسوې. 

-----

۲. ژوندیو ته!

ژوند د څه دپاره دی؟ که ژوند بې کاري وي، نو مرګ څه شی دی؟ ژوند واسطه ده او که نه غایه او هدف؟ ژوند ښه دی او که مرګ؟ زما په فکر ډېر ژوندي دي، چې د نورو ژوندیو برخه خوري. 

بالعکس ډېر داسې خلک مړه شول، چې د هغوی د ژوند د ګټې او فایدې څخه تر اوسه خلک استفادې کوي. 

حقیقتا چې د ژوند په راز هر څوک نه شي پوهېدلي، ژوند یوه لوبه ده، چې په دې لوبه کې سربېره پر منډه او ترړه په سلهاوو او زرهاوو هلې ځلې هم شته. 

نو ژوند ته باید په عادي او سرسري نظر ونه کتل شي او نه دومره باید د غور وړ شي چې د یو با افتخار مرګ نه هم مهم وګڼل شي. 

څېړنه، تجربه او مشوره د ژوند مزیت زیاتوي، جنبش او حرکت، جدیت او فعالیت د ژوند معنی ده. 

پوه خلک باید د عامو خلکو سره د ژوند د ښودلو په مقصد کې مرسته وکړي. 

----

۳.محتاط ته! 

تا خو څه غوښتل، مګر په تته ژبه، تا څه ویل مګر په زړه کې دې پاتې شول، تا څه اورېدل مګر په مغشوش ډول، تا څه احساس کولو، مګر باور دې پرې نه درلود. 

تا د ذایقې په خوند کې هم بې خوندي محسوسوله، ځکه چې ستا افکارو ستا په حواسو تاثیر اچولی و، او تاته چې کوم مهم مرض متوجه و، هغه همدا چې مضر احتیاط دې کولو...

ستا مرض سودا وه، مګر تا به ورڅخه د پوهې تعبیر کولو، ځکه عواقب به دې ښه نه شو سنجولی، او کله یو څه خوش بین او خوش باوره هم وې. 

نو ته باید ځانته متوجه شې، د خدمت او د عمومي نهضت په لیاره کې محتاط نه اوسې او زیات خوش باور....

-----                                   

۴. مغرور ته !

ته نه پوهېږې، ځکه څوک نه شې پوهولی، ساده یې، ځکه څه نه شې سنجولی، ته د خودۍ په نشه کې د وخت له اقتضااتو او ایجاباتو څخه بې خبره یې....

ته ! هو ته ! په دې ولې نه پوهېږې، چې څه باید وکړو، درس نه وایې او وظیفه نه پېژنې، نو په دې حساب ستا ټول ژوند  یوه خطرناکه ډرامه ده. هو داسې ډرامه چې احساسات پاروي، مګر ته نه پارېږې، ته د چا سره ولې په یوه لیاره نه شې تلی؟ او دا ولې د عمومي نفرت سره مواجه یې؟ که زما منې د غرور په ځای د مینې او محبت سره ځان عادي کړه!

----

۵.ادیب ته !

زه نه پوهېږم چې ته ادب ته په علم قایل یې او که په صنعت، ته ادب حقیقت ګڼې او که تعبیر؟ ادب د ادب دپاره غواړې، او که په ادب سره د خلکو احساسات پاروې؟ 

ته، هو ته، ووایه چې ادب رنګیني او جلوه ده او که نه د حقیقت روښانول؟ 

زما دا پوښتنې د هغه ادیب څخه نه دي، چې هغه په صرف ادب نازیږي، بلکې زه د هغه ادیب نه معلومات غواړم، چې هغه په مطلب پوه وي، هدف ولري او د ادب څخه مطلوبه استفاده کولی شي. 

( اوسني لیکوال ۲ ټ، ۶۳۰-۶۴۱ مخونه/ د لیکوال یادښتونه)

++++++

محمد سلام سلیم 

محمد سلام سلیم د ګلاب شاه خان زوی په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په عظیم خان کلي کې زیږېدلی دی. 

له شپږکلنۍ تر دولس کلنۍ یې خصوصي زده کړې کړي، په دیارلس کلنۍ کې د کوزسلطانپور په ښوونځي کې شامل شو، دلته یې منځنۍ زده کړې وکړې او په ۱۹۴۴ع = ۱۳۲۳ل کال د کابل په سپورټ ښوونځي کې شامل شو، خو څو میاشتې وروسته دغه ښوونځي لغوه شو او سلیم د کونړ ولایت په څوکۍ لومړني ښوونځي کې د ښوونکي په توګه وټاکل شو. دا وخت یې له ننګرهار نشراتي موسسې (اوس اطلاعات او کلتور) سره قلمي مرسته کوله. 

په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال د لالپورې د ګمرک د کاتب په توګه مقرر شو. دوه کاله وروسته د ګردي کڅ د ګرېزۍ په ماموریت تبدل شو، خو له پښتو او شاعرۍ سره یې مینه ډېره وه. په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال د پښتو تدریساتو د لوی مدیریت له خوا د کابل په مرکز کې د پښتو ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د کرنې وزارت ته لاړ او هلته یې ماموریت پيل کړ. 

سلیم د پښتو شاعر دی، په پاړسي، عربي او انګلیسي هم تر یوه حده پوهېده. د شعرونو زیاته برخه یې رومانوي رنګ لري او ځينې وخت په کې د قام پالنې او ټولنیزو ښېګڼو خواږه هم کتل کیږي. دده شعرونه د افغانستان په بېلابېلو خپرونو کې خپاره شوي دي. 

د سلیم د شعر نمونې: 

سلام 

په لوړو تړو د خیبر مې سلام – د تاترې په سمه او غر مې سلام 

بیا په کرکڼو د شلمان او جمرود – د ازادۍ په هر سنګر مې سلام 

هم د شاګۍ او تاترو په څوکو – بل د تیرا په هر نشتر مې سلام 

د لواړګي ناو او د باړې ګودره – ستا په نسیم ستا په سحر مې سلام 

د باجوړ دیر او جندول په ورشو – په ناوه ګۍ او سور کمر مې سلام 

باجوړو ستاسو په غیرت او جهاد – په غورځنګونو د لښکر مې سلام 

د مال او سر د قربانۍ په بیه – د شهیدانو په پرهر مې سلام 

شهیده ستا دې مبارک وي حورې – ستا په ټوټې ټوټې ټبر مې سلام 

پښتونستانه نذرانه سرو نه – په عقیده د ټول ټبر مې سلام 

وايي سلیم د سلامونه درته – د رضا کارو په لښکر مې سلام 

 

د یتیم آه 

 د یتیم اه سره انسان وژړېده – انسان لا پرېږده چې اسمان وژړېد

د یتیم وچې شونډې زړونه سوزي – ځکه فلک یې په خپګان وژړېد

خپلوان یې هیڅ له حاله نه شول خبر- ځان ته په غم لکه باران وژړېد

ګلالی مخ یې شو په خاورو خړ پړ- ځپلی زړه په هر زمان وژړېد

سلیمه زمکه شوله سره لکه مس – قیامت پرې جوړ دی دا جهان وژړېد

 

اشنا غواړم 

خاونده ستا جهان کې یو اشنا غواړم او بس 

ګلزار د امېدونو ته بورا غواړم او بس 

د هجر په جنګرېز کې مې ورګډ شو امېدونه 

بري لره د سپینې خولې خندا غواړم او بس 

ماشومې ارزوګانې به ترڅو راته ژړیږي 

ژړا ځنې خالي یوه دنیا غواړم او بس 

مجنون چې کله کله په کې کړی کلی کور دی 

زه هم د زړه غمونو ته صحرا غواړم او بس 

سلیم د عیش عشرت او د قصرونو نه درتېر 

د مینې سوي زړه لره دوا غواړم او بس 

(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۶۴۷-۶۴۹مخونه)

----------

محمد ارسلان سلیمي 

محمد ارسلان سلیمي په خټه مایار وردګ، په ۱۹۱۴ع = ۱۲۹۳ل کال د وردګو ولایت د ګوربت سیمې د جیګ غره جغتو ولسوالۍ په لویدیزه لمنه پروت ګنډکول کلي کې زیږېدلی دی. 

پلار یې محمد اسد خان نومیږي چې د خپلواکۍ په جګړه کې یې د عسکر په توګه ګډون لاره او  تر بوډاتوبه یې په عسکري مسلک کې کار کاوه. 

سلیمي لومړنۍ زده کړې په جوماتونو کې له ملایانو کړي او صرف، نحوه، منطق او نور کتابونه یې لوستي. بیا په عربي دارالعلوم کې شامل شو او له شپږم ټولګي یې فارغ شو. 

په ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن د تحویلدار په توګه وټاکل شو. په ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل کال د کندهار په مرافعه محکمه کې محرر مقرر شو او د ۱۹۳۶ع = ۱۳۱۵ل کال په سرطان میاشت په کابل کې د اصلاح ورځپاڼې محرر وټاکل شو. په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال چې د مطبوعاتو مستقل ریاست جوړ شو، پښتو ټولنه هم ددغه ریاست اړوند وه، دی په کې د لومړي غړي په توګه وټاکل شو، چې ورسره یې د باختر اژانس موسسه کې د مرستیال او د نشراتو په مدیریت کې د پښتو لیکونکي په حیث هم کار کاوه. 

۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل کال په ثور میاشت کې د قطغن ولایت د اتحاد اخبار چلوونکی وټاکل شو. په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال د اریانا دایرة المعارف د پښتو څانګې غړی وټاکل شو. یو کال وروسته په پکتیا ولایت کې د وړانګې اخبار چلوونکی په حیث واستول شو. 

له ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال تر ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال پورې د اریانا دایرة المعارف مرستیال و. په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال د قبایلو د مستقل ریاست د تبلیغاتو د لوی مدیر کفیل او یو کال وروسته لوی مدیر شو. په ۱۹۵۳ع = ۱۲۳۲ل کال د همدې ریاست مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۶۰-۳-۷ ع = ۱۳۳۸-۱۲-۱۶ل کال د مطبوعاتو د مستقل ریاست مرستیال وټاکل شو. دوه کاله یې دا دنده وکړه. 

بیا بېرته د قبایلو په مستقل ریاست کې په کار وټاکل شو، څو کاله یې دا دنده وکړه او بیا تقاعد شو. 

سلیمي په ۱۹۷۸- ۴-۶ع = ۱۳۵۷-۲-۶ ل نېټه په کابل کې وفات شوی دی. 

سلیمي په بېلابېلو فرهنګي دندو کې د افغان ولس د ذهنیتونو د روښانولو لپاره ډېرې هڅې کړي او په ځانګړي ډول یې د پښتونخوا د محکومو پښتنو او افغان ولس د اړیکو په پالنه کې لوی لاس لاره او په دې لاره کې مبارزه یې د افغانستان د ملي وحدت د تاریخ برخه ده. 

سلیمي شاعر او لیکوال و، اثار یې لیکلي او ګڼ اثار یې د وخت په خپرونو کې هم خپاره شوي دي. 

اثار

۱- په ځان باور (د ارواپوهنې په اړه)، ليکوال ډاكتر سمويل سمايلز، ژباړه، د ۱۳۱۸ ل کال کابل چاپ.

۲- زما يادونه (ژباړه) مارشال شاولي خان د (يادداشت هاى من) پښتو ژباړه، د ۱۳۳۹ ل کال چاپ.

۳- د خپلواكۍ تړون لومړۍ گڼه، د ۱۳۳۰ ل  کال چاپ.

۴- د خپلواكۍ تړون دويمه گڼه، د ۱۳۳۱ ل کال چاپ.

د خپلواكۍ د تړونونو په هره يوه گڼه كې به د دود له مخې هغه كلنۍ پېښې راتللې، چې د پښتونستان له موضوع سره به يې تړاو درلود. د پښتنو او بلوڅو ډلې، سياسي فعاليتونه، مشران او سيمې به په كې معرفي کېدلې. همدارنگه په ځينو پاڼو كې به يې د پښتو ادب، هنر او نورو خواوو په اړه هم مقالې، ليكنې، شعرونه، مضمونونه او ځينې ملي ترانې هم خپريدلې.

۵- نېکبختي (ژباړه). ليکوال برتر اندرسل، د ۱۳۱۷ل کال پښتو ټولنې چاپ.

۶- اخلاق (ژباړه). د افغانستان د تعليمي نصاب په اډانه كې د اووم ټولگي لپاره.

۷- د يوولسم ټولگي تاريخ.

۸- د دولسم ټولگي تاريخ.

۹- په آريانا دایرة المعارف کې د مختلفو ارټيکلونو لیکل.

۱۰.نارنج ګل، د هغه كتاب نوم دى، چې د ننګرهار ولايت  نارنج د ګل مشاعرې ته دلومړي بين الافغاني بڼې د وركولو په وياړ د افغانستان اكاډيمۍ د پښتو د انكشاف رياست له خوا په كتابي بڼه د۱۳۵۰ل كال د وري په مياشت كې چاپ شوى او د نوموړې ټولګې ټولوونكى د يادې شوې ټولنې رییس  سليمي دى، چې د كتاب په سركې يې يوه وركوټې غوندې سريزه هم پرې ليكلې او د چاپ چارو مهتمم يې ع، م، دردمند ښودل شوى دى. 

۱۲. د پښتونستان د آزادۍ جرګه، خپروندويه موسسه: د مطبوعاتو مستقل رياست د پاڼو شمير: ۲۷ مخونه كچه: ۱۵*۱۹ سانتي متره د چاپ ځاى: عمومي مطبعه كابل- افغانستان موضوع: د پښتونستان د اړوندو مسئلو څيړنه.

له دې پرته سلیمي په بېلابېلو سیمینارونو کې مقالې هم لوستي، که راټولې شي، ښايي یو اثر ترې جوړ شي. 

د سلیمي د نظم او نثر نمونې: 

مینه 

پسرلی د مینې مینې ابتدا ده 

ابتدا د پسرلي د ژوند هوا ده 

د ژوندون خواږه بس مینه ده او مینه 

د ژوندون مینه حاصل که وي نو داده 

د ژوندون مینه د مرګ دپاره مرګ دی 

مرګ د مینې د ژوندون هم انتها ده 

او چې مینه بیا زړه شي او سړه شي 

نو اجل دی دا قضا ده او وفا ده 

هغه زړه چې په کې مینه مینه نه وي 

مړ یې بولئ څه که ښخ په ګور کې نه وي 

 

مینه مینه ده چې جوړ پرې دا جهان دی 

مینه اصل د وجود او د انسان دی 

مینه زړونو کې ارزو د ارتقا ده 

مینه میر د ترقۍ د لوی کاروان دی 

د وطن مینه ودان کړي شاړ رغونه 

د قام مینه د قامي ژوندون اعلان دی 

«دا دنیا ده خدای له مینې پیدا کړې» 

پیامبر د خوږې مینې لوی «رحمان» دی 

کرکه وران کاندې ودان ودان ملکونه 

دښمني تبا کوي لوی ولسونه 

 

مینه کر دی په وطن کې د ګلونو 

مینه ژوند او سعادت دی د قامونو 

د ژوندون ترخه په مینه خواږه کیږي

ورکوي مینه خوارۍ د ولسونو 

کوم قامونه چې په مینه سره ژوند کړي 

تل وي خلاص د زمانې له افتونو

«کر د مینې کړه چې سیمه دې ګلزار شي» 

مینه لار ده د لوړتیا د ملتونو

خدایه مینه کړې پیدا په ټول جهان کې 

ټول ولس مو کړې راټول په یو جهان کې 

ما او تا 

یو وخت مې څو ځلې د میږیانو د ځالې خوله په خاورو پټه کړه او دوی به چې د باندې پاتې وو، هغه به ټول سره ورغونډ شول او په ډېره بيړه به یې هغه د ځالې د خولې خاورې لرې او بیا به یې د ځالې لاره پاکه کړه، خو ما او تا...

سره ددې چې د یوه کلي کور او سره خپلوان یو، یو د بل کور ورانوو!؟

دوې توتکۍ په پسرلي زما خونې ته راغلې او په پیشتول کې یې ځای خوښ کا. 

د ځای په جوړولو یې په ګډه پيل وکا، ځاله یې جوړه کړه، په پستو او نرمو وښو او بوټو یې فرش کړه، هګۍ یې په کې واچولې، چیچیان یې وایستل، لوی یې کړل، وایې لوزول، دا کارونه یې ټول په ګډه پای ته ورسول، د کور جوړول بیا د اولاد روزنه او لویول او د ژوندانه په ټولو کارو پوهول او ... څه خوشې او سرسري کارونه نه دي. یو عمر زحمت او تکلیف غواړي، خو دې وړو کوټو مرغیو دا ټول زحمتونه په ډېره مینه او شوق په ځان ومنل او خپل ګران زامن او لوڼې یې ډېر نېکخویه، زیارکښ او پوه وروزل او تربیت یې کړل.

خو ما او تا ..؟ هوکې، نه مو خپله مېنه جوړه کړه او نه مو ورور او تربور ته څه ګټه ورسوله. ګټه رسول خو لا څه کوې، بلکې زیار باسو د ورور کور ورانوو، مال یې خورو، تاوان وررسوو، بې پته کوو یې، که مو لاس ورباندې بر شي، وژنو یې لا هم. د خپل اولاد روزنه خو ایسته کښېږده، چې د خپله لاسه یې بدخویه، ناپوه او لټان لویوو...

باور وکړه، وطنوال وروره، زه خو پخپله چې هغه د مېږیانو اتفاق او ورورګلوۍ او هغه د توتکیو زیار او پوهه مې ولیدل او په کې ځير شوم، پخپل وجود باندې وشرمېدم، یقین لرم چې ته به هم زما په شان وې او.... ما او تا خو لکه چې راسره ښايي هغسې د خیر کار، ښه خبره، کوم نېک خوی، لږ ډېر زیار او کوشش نه دی کړی، د خپل ورور خیر مو نه دی غوښتی. تربره ته مو څه ګټه نه ده رسولې. قام او وطن ته مو څه نه څه خدمت نه دی کړی، خوشې بې ځایه باټې وهو، فیل په خبره چو کوو، اسمان په لغته نړوو، د ځان ساری په ټوله دنیا کې نه وینو، خو په حقیقت کې هیڅ نه یو، د خبرو مېړني یو او د عمل د میدان نه تښو.

ورځې شپې یوه په بله پسې راځي او تېریږي، لمر او سپوږمۍ هر یو په خپل ټاکلي وخت راخېژي او پرېوزي، ستوري هم په خپل وار خپل ځانونه راښکاروي، د مځکې د سر کایناتو ته د حیرانتیا په سترګو ګوري، خپله ټاکلې وظیفه سرته رسوي او تېریږي، اسمان په خپل طبعي او وضعي حرکتونو ګرځي، پسرلی، اوړی، منی، ژمی پیدا کوي او خپله مقرر وظیفه په انتظام او خورا ښه شان اجرا کوي، په خپل کار کې هیڅ تغیر نه کوي، په خپل لویوالي او عظمت هیڅکله نه مغرور کیږي او په دېره عاجزۍ د قدرت اوامر مني او په پای ته یې رسوي- څه کوي؟ زما او ستا خدمت. 

هو! شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ، ستوري نمځکه او اسمان او ...دا ټول زما او ستا په خدمت کې لګیا او بوخت دي، خو ما او تا ...؟ هوکې، ما او تا هیڅ خپل کار او وظیفه ونه پېژندل، ونه پوهېدو چې څه شی وو او څه شوو؟ د څه دپاره راغلي یو؟ څه به کوو او څنګه؟ او په کومه لاره به ځو؟ په خپل کور کې د ورور او تره سره مرور یو، د خپل پلار او مور سره تېرې زیاتې او په کلي کور کې د تربرونو، همسایه ګانو خپلوانو او پردو سره جنګونه کوو، په خوشې ورکوټې خبره ویر جوړوو. ښه خبره اورو، کار مو نه زده، بدو خبرو او ناوړو کارونو ته په خاپوړو یو. ورځو جنګ په پیسو پیرو او اصلاح مو هیڅکله په زړه او ماغزو کې نه راګرځي او.... هغه ورور چې نن ورسره په خوشې او ورکوټې خبره مرور یم، هغه د تره زوی او تربور چې ورسره خپړې لګوم اوسر ورسره ماتوم، یو بل ته زیان سره رسوو، یو دبل په ژوبله او مرګ پسې ګرځو او....

هغه زما خواخوږی او خیر غوښتونکی وو، هغه خو زما لاس او مټ و، هغه خو ماته په بده ورځ، سخته ګړۍ، د اړې او احتیاج په وخت، په توره شپه، هر پله، هر اړو دوړ کې په ښه راتلل، په کار راتلل، هرومرو یې زما ننګه او ملګرتیا کوله، زه خو چې ورکوټی وم، هغوی به ټولو راته جان جان ویل، په غیږ کې به یې ګرځولم، مچې کولم به یې، که به ما لږ کوټي وژړل، هغوی به راته د هر شي نه تېرېدل، راته به یې ښې ښې جامې او ښایسته بوټونه پیرودل....

هغه وخت خو هغوی ته زه ډېر ګران وم او هغوی ماته ډېر ګران وو، هیڅکله مو ویر او جنګونه نه سره کول، نه سره خپه کېدو، نه مو د یو او بل کمه سره غوښته، یو د بل په تاوان نه خوښیدو، تل یو د بل په ننګه او ملاتړ وو او....

خو اوس !!.. هوکې اوس څه پېښه شوه؟ څه چل وشو؟ څه ماته ګوډه مو تر منځ شوې چې داسې شوو؟ نه مو هغه مینه او ګرانښت سره پاتې شو او نه هغه خواخوږي او همدردي، دا ولې؟ 

څه سبب دی؟ کوم دښمن او بدخواه مو ترمنځ کوډې تاویزونه وکړه...؟ 

نه، دا هیڅ نه دي شوي، نه مو ترمنځ ګوډه ماته شوې او نه چا کوډې تاویزونه راباندې کړي دي. ددې ټولو ورانو ګوډوو خواریو او بدبختیو، تاوانونو او ناکامیو، ورکو او بربادیو سبب او علت بس« ما او تا» یو. ما او تا راته دا ټولې بدبختۍ او ناکامې پېښې کړې او لا یې راته پېښوي. نو راشه چې «ما او تا» له منځه ورک کړو، راشه چې «زه» ته شم او «ته» زه.  که داسې وشو، نو به د دنیا هر څه او هره نېکبختي لکه چې زما او ستا وه، بیا به هم زما او ستا شي. نو راشه راته په ټينګه قول راکړه او د زړې پښتونوالې بول راسره وکړه، څنګه؟ داسې چې « ما او تا» له منځه ورک کړو. 

(اوسني لیکوال، ۲ ټ ۶۵۰ – ۶۵۸ مخونه/ پښتو ویکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)