د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۵)
ویشنه: د نومهالیو ادبیاتو تحلیلي څېړنه
لیکوال:-
راټولوونکی: دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو تاریخ
- ۵ -
میراجان سیال
میراجان سیال د حاجي میاجان کوډاخېل زوی په خټه مومند په ۱۹۱۱ع = ۱۲۹۰ل کال په مومندو سیمه کې زیږیدلی دی. د مومندو ازاده سیمه د ننګرهار ختیځ ته پرته ده چې د ګوشتې ولسوالي مربوط ده، خو په ۲۰۰۳ع کال د پاکستان د یرغل له امله په محکومې پښتونخوا پورې وتړل شوه.
سیال لومړنۍ زده کړې په خصوصي توګه کړي او بیا یې د ازادې مطالعې په کولو له پښتو ژبې او ادب سره مینه پاللې ده.
د سیال د زلمیتوب کلونه په سیاسي هڅو تېر شوي خو له ادب سره یې هم مینه پاللې، شاعري او لیکوالي یې کړې او اثار یې لیکلي دي.
په ۱۹۳۰ع کال چې انګرېزان په پښتونخوا پراته و او نیمايي پښتانه یې په وچ زور په برتانوي هند پورې تړلي وو، د پښتنو د ازادۍ لپاره پرتو پښتنو ولسونو سیاسي او وسله واله مبارزه پيل کړه، سیال مومند هم په دې لړ کې مبارزه کړې او ددغې مبارزې په لړ کې د صنوبرحسېن کاکاجي ملګری و. دا وخت د سیال کورنۍ هم ددې سیاسي مبارزې برخه وه او ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي.
سیال مومند له انګرېزانو سره د مومندو په محاذ کې په څو جګړو کې مخامخ برخه اخیستې؛ چې په دغو کې د فقیر صیب غزا، د ډنډونو غزا، په ۱۹۳۳ع کال د ګنداو لومړۍ غزا، او په ۱۹۳۵ع کال د ګنداو دویمه غزا شاملې دي. د مومندو په سیمه کې یې له انګرېزانو سره د مخالفت له امله ډېرې اعلامیې لیکلي او خپرې کړي او هم دا چې د سراسري جګړې لپاره به یې مختلفو کلیو او قامونو ته لیکونه هم لیکل. په مومندو کې یې یوه مدرسه هم جوړه کړې وه چې دی په کې د نورو ترڅنګ په خپله هم ښوونکی و. دا وخت یې د «مومند» په نامه یو اخبار هم خپراوه، چې په خپله همدی یې چلوونکی و.
د پلار له شهادت وروسته سیال مومند د کورنۍ مشر شو. دا وخت(۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل) په پښتونخوا کې د پښتونستان تحریک زور واخیست سیال مومند د «پښتونستان وګټئ» او «پښتونستان به جوړوو» په نومونو دوه رسالې هم خپرې کړې.
په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال یې د « لوي پښتون» په نامه مجله خپرول هم پيل کړل چې تر ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ کلونو پورې چاپېده. زیات وخت دا مجله په جلال اباد کې د اتحاد مشرقي په مطبعه کې چاپېده، ځينې وخت به ده په مومندو کې په خپل کاله کې له جوړې کړې مطبعې نه خپروله. په دې مجله کې به زیاتره د ويښ زلمیانو د غورځنګ غړو لیکنې خپرېدې.
میراجان سیال د تاریخي افغانستان د زمکو بېرته په خپل اصلي ټاټوبي پسې د تړلو ارمانجن و او ددې لپاره یې د پښتونستان په تحریک کې ډېره مبارزه کړې. د افغانستان د قومونو او قبایلو په مستقل ریاست( وروسته وزارت) کې یې هم ډېر رسمي او نا رسمي کارونه کړي او په کابل کې د مومندو قام د سر سړی و. د افغانستان د ويښ زلمیانو د غورځنګ غړی هم و. دی ډېر وخت په کابل او جلال اباد کې اوسېده، او ځينې وخت به خپلې پلرنۍ سیمې ازادو مومندو ته تلو. د افغانستان د خلکو او حکومت په استازۍ یې د پښتونخوا له مبارزینو او بیا له هندي ازادي خوښو مبارزینو سره ډېرې رسمي او شخصي مرستې کړي دي.
سیال د پښتو شاعر او لیکوال و، د افغانستان پښتو ټولنې، د قومونو او قبایلو مستقل ریاست او وزارت یې کتابونه هم خپاره کړي او خپاره شوي اثار یې دادي:
۱.په پښتو پردو څه کړي دي؟
۲.دوه د مینې شهیدان
۳.د پښتونخوا افسانې
۴.د روژې فلسفې
۵.غازي پښتون
۶.مومند بابا
۷.پښتني غرونه
۸.د مومندو غزاګانې
۹.دپښتنو قبیلو شجرې
۱۰. ایمل خان مومند
۱۱.په افغانستان کې مهمې تاریخي پېښې
۱۲.زما اندېښنې
۱۳.دریاخان اپريدی
۱۴.په نولسمه پېړۍ کې د افغاني تاریخ یوه برخه
۱۵.د پښتونخوا شتمني
۱۶.پښتني غږونه
۱۷.د سیال کلیات (نظم)
۱۸.د ورورولۍ غږ
۱۹.سفرنامه ( د ایران، عراق، سعودي عرب او هند د رسمي سفر سرګذشت)
۲۰.د افغانستان لنډ تاریخ ( په پنځو ټوکونو کې ناچاپ)
۲۱د باجوړ حکمران
۲۲.عشق او پښتو ادب
۲۳.موسیقي
۲۴.د غره د سر نارې
۲۵.پښتني غږونه (نظم)
۲۶.غونچه (منتخب شعرونه)
۲۷.رباعیات
۲۸.فلسفي یادښتونه( نیمګړی پاتې دی)
۲۹.د پښتونخوا د تاریخ مهم واقعات( نیمګړی)
۳۰.روح الاجتماع یا د ټولنې ساه، د موسیولیبات د اثر ژباړه ( نیمګړې)
۳۱.حدیث او محدثین، د محمد ابو زهره د اثر ژباړه ( نیمګړې پاتې ده).
میراجان سیال مومند د ۱۹۹۰ع کال د فبرورۍ په ۱۸ مه = ۱۳۶۸ل د دلوې ۲۹مه د ورپېښې ناروغي له امله په پېښور کې وفات شوی او په خپله سیمه کې ښخ دی.
د سیال د نظم او نثر نمونې:
ملي وحدت
چې نه لري وحدت د قام سمون نه شي کېدی
یوازې ځانځانۍ کې خو ژوندون نه شي کېدی
فرق د فکرو خیال چې راپیدا شي په کوم قام کې
بېلابېل روان وي، هیڅ تړون نه شي کېدی
ټيټ چې خواهشونه د کوم قام شي هغه ټيټ شي
برخې یې خواري وي بل مضمون نه شي کېدی
چې یوه او بل ته غله شي د کوم قام ولس افراد
اخته په مذلت شي بل مضمون نه شي کېدی
د قام غوښې چې خوري په بې رحمۍ ځينې کسان
دا په خوی لېوه د رمې شپون نه شي کېدی
په سپينه رڼا ورځې قام تالا کړ ځينو خلکو
څوک وايي د ورځې چې شبخون نه شي کېدی
اخر به څه انجام شي زمونږ قام او د ولس
د ښو بدو تمیز په کې بیلتون نه شي کېدی
خوی د پښتانه چې په کې نه وي، نه عادت د پښتونوالې
په تشه خوله عوه خو څوک پښتون نه شي کېدی
پښتون جوړې بدل شو، پښتون پاتې بې اسرې شو
امېد د نن پښتون نه د پرون نه شي کېدی
دی چې د قام غم ژاړي صاحب ورته قاریږي
سیال له دې نه نور خو جګرخون نه شي کېدی
۳۱/۱/ ۱۳۴۵ل- جلال اباد
لا پراته یو په قبرونو کې
راځئ غرونه ښارونه کړو نور نه اوسو غارونو کې
سل قیامته تېر شوو لا پراته یو په قبرونو کې
سل قیامته تېر شو لا د خوبه راويښ نه شولو
خدای خبر چې څه شولو
څه یو لا به څه شو زمانې انقلابونو کې
سل قیامته تېر شو لا پراته یو په قبرونو کې
زر هله راويښ شئ طوفانونه دي ډوبېږو
قسم دی چې غرقېږو
لاس ورکړئ یو بل ته په دا هسې سخت موجونو کې
سل قیامته تېر شو لا پراته یو په قبرونو کې
لاس ورکړئ یو بل ته پښتنو څله تریږو
ګړنګونه دي ترې لویږو
بېل بېل سره ورکیږو د پردیو کاروانونو کې
سل قیامته تېر شو لا پراته یو په قبرونو کې
یو یو سره پو شئ زمونږ یو نیکه او پلار دی
یو مو لړ او تار دی
پردو سره بېل کړي یو په زي او په خېلونو کې
سل قیامته تېر شو، لا پراته یو په قبرونو کې
خپل او پردي وپېژنئ پرېدئ لېونتوب
رهبر کړئ سړیتوب
هم دا مهم سبق دی، بایزید روښان درسونو کې
سل قیامته تېر شوو لا پراته یو په قبرونو کې
څومره پرګنې یو مونږ د سند بلوچستان پورې
امو او د ایران پورې
ګلګته تر کشمیره یو پراته په سمه غرونو کې
سل قیامته تېر شو، لا پراته یو په قبرونو کې
راځئ چې سره یو شو، جوړ کړو خپل مرکزیت قوي
روح د ملیت قوي
دم د مسیح پو کړئ یوه بل ته په غوږونو کې
سل قیامته تېر شو لا پراته یو په قبرونو کې
جوړ کړئ جنت جوړ کړئ د زړه سر د ایشیا نه
د ښکلې پښتونخوا نه
تر څو به یو پراته مونږ ګناهګار په دوزخونو کې
سل قیامته تېر شوو، لا پراته یو په قبرونو کې
«سیال» د زړه دردونه ارمانونه د غره سر نارې
رمزونه اشارې
اسرار دی د خودۍ پښتونه داسې پیغامونو کې
سل قیامته تېر شو، لا پراته یو په قبرونو کې
راځه
پښتون که ځانته وایې پښتنو سره راځه
پښتون شه پښتونواله کړه پښتو سره راځه
ودانه پښتونخوا کړه چې خواري او افلاس ورک شي
د ګران هېواد تعمیر دغې ارزو سره راځه
پردو ځنې بېزار شه او په خپلو شه زهیر
د خپل دپاره هر وخت د پېرزو سره راځه
خدمت کې د قام مړ شه چې ترڅو پورې ژوندی یې
د قام په غم غمجن شه اندېښنو سره راځه
د قام مړاوې غوټۍ مې چې بیا وسپړي ګلونه
نسیمه د بهار تازه نغمو سره راځه
خپل که ځانته وایې نو د خپلو سره مل شه
پردی که یې نو بېل شه د پردو سره راځه
خپلوۍ ثبوت دې وکړه ته په خپله بڼه باندې
که د نورو په رنګ رنګ یې د هغو سره راځه
تمیز د خپل پردي کېدلی نه شي دو رنګۍ کې
که خپل مې یې نو خپل شه نښانو سره راځه
زلمی که ځانته وایې نو په قام باندې زهیر شه
خدمت دې قام ته وکړه ښو زلمو سره راځه
حقوق دې د قام وګټه په سپينه توره باندې
غازي شه د میدان تورو تېرو سره راځه
ګېډۍ ګلان به ږدي پېغلې دا ستا په مزار باندې
شهید شه قام دپاره سرو جامو سره راځه
چې نه پرېږدي میدان سیاله د هغو زلمو مل شه
د عزم او همت له وسیلو سره راځه
مړاوی ګل
په دې نزدې وروځو کې مو د یوه صاحب د ناروغتیا واورېده، د هغه پوښتنې ته د یو دوه نورو ملګرو سره روان شوم. هلته چې ورسېدو، د دروازې د ټکولو سره سم د صاحب نوکر راغی او مونږ ته یې د انتظار د خونې رهنمايي وکړه. لږ ساعت وروسته بیا یو نوکر راغی او مونږ یې د صاحب ایېنه خانې یا ګلخانې ته بوتلو. دا ځای ماته بیخي نوی و، ځکه داسې ځای مې کله نه و لیدلی.
د کوټې سازو باز پرېده، عجیبه خو داده چې په دې سره ژمي او کړنګه څېله کې چې شین بوټی اډو نه ښکاري، دلته راز راز او ډول ډول ګلان او شنه بوټي وو.
زه دې عجیبه نظارې ته حیران شوم، چې دا ګلان څرنګه شنه او تازه پاتې شوي دي، خپلې دې حیرانتیا او بې خبرۍ پوښتنې ته اړ کړم، نو له یوه ملګري څخه مې پوښتنه وکړه، دا څرنګه چل دی؟ نور هرڅه وچ او دا ګلان شنه او تاند پاتې شوي دي؟ ملګري وویل چې لږشانتې سترګې وغړوه او وګوره چې ددې ګلانو د ساتنې دپاره څومره بندوبست شوی دی؟
د لاندې باندې دا د هندارې کوټه او په مینځ کې لګېدلې توده نۍ، دا خو ستا کور نه دی، چې ډاګ، ژرنده ترې ډېره ښه او سودمنده ده، دا خو د صاحب کور دی، ایمان دې نصیب شه!
خلک داسې ژوند کوي، ژوند خو دې ته وايي. دې کې صاحب د خپلو ګلونو په لیدلو او پلټنو پيل وکړ، خو نا څاپه یې په یوه مړاوي ګل سترګې ونښتې او موظف نوکر ته یې وویل چې دا ولې؟ ته د څه دپاره یې او دا ګل ولې مړاوی دی، څه پرې شوي دي؟ ښه ده بخت دې ویښ دی، چې دا مېلمانه ناست دي، چې دوی لاړ شي، بیا به زه له تا سره ګورم. صاحب په قهر کې ډوب و، ما ډېر ورو خپل ملګري ته په غوږ کې وویل، وګوره چې د ګل د مړاوي کېدو پوښتنه دا صاحب کوي، نو ددې سړي د زړه د مړاوي کېدو پوښتنه به لوی خاوند نه کوي څه؟
ملګري راته وویل، چوپ شه، دا څه لګیا یې؟ څوک به د ګل په مړاوي کېدو د مالیار نه پوښتنه نه کوي څه؟ ما ویل خو زه هم وایم، چې د سړي په مړاوي کېدو به پاک خدای څوک نه ترټي څه؟ هغه وویل:
ګل خو ګل وي او خاوند لري. ما ویل، دا هم سړی دی او د خدای مخلوق دی، که نه؟ او لوی خاوند لري. په دې کې صاحب ناڅاپه د مېلمنو خواته مخ راوګرځاوه او زمونږ د یوه ملګري سره یې مخاطبه شروع کړه، خو زه په دغه وخت کې د رنګ رنګ خیالاتو په توفان کې په دې فکر ډوب تللی وم او په زړه کې مې دا تېرېده، چې ارمان په دنیا کې د مړاوي ګل په اندازه د مړاوو او خپه زړونو پوښته هم کېدلی شوه، نو د مظلومانو او ظالمانو د کردار، د کرکې نه ډک او زړه غوڅوونکي مناظر به چا نه لیدل!
------
د مظلوم ژړا
د مظلوم په ژړا کې توفانونه شته دي، د مظلوم په اسوېلو کې دوزخونه شته دی، د مظلوم په اوښکو کې چپاوي سمندرونه شته دی، د مظلوم په چغو کې حیدري تکبیرونه شته دی، د مظلوم په مجبورۍ کې هیبتونه شته دی، د مظلوم په بې وسۍ کې دهشتونه شته دی.
د مظلوم په ژړا کې تسکین دی، د مظلوم په ژړا کې یقین دی، د مظلوم په ژړا کې تلقین دی، د مظلوم په ژړا کې اجر عظیم دی، د مظلوم په ژړا کې د عقیدې تمرین دی، د مظلوم په زړا کې د حق تامین دی.
د مظلوم په ژړا کې عجیبه راز دی، د مظلوم په ژړا کې د حق اواز دی، د مظلوم په ژړا کې د درد پرواز دی، د مظلوم په ژړا کې لوی اعجاز دی.
د مظلوم د ژړا نه حس انتقام جوړیږي، د ژړا نه انتظام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه به انجام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د قبول مقام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د غریب مرام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د ظلم اختتام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه انقلابونه مدام جوړیږي، د مظلوم د ژړا نه د نجات اقسام جوړیږي.
( اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۶۹۳- ۷۰۶ مخونه / د ارواښاد میراجان سیال لنډه بیوګرافي، سید احمد مومند، ۱۹۹۰ع، پېښور/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
سید حسېن سید
سید حسېن سید د سید مبین شاه زوی په ۱۸۹۷ع = ۱۲۷۶ل کال په کندهار کې زیږیدلی او په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال حوت میاشت کې هماغلته وفات شوی دی.
ده په خصوصي توګه زده کړې کړې وې او د خپلې مطالعې په برکت په پښتو او پاړسي دواړو یې شاعري کوله.
وايي چې د نولسو کلونو په عمر یې هغه وخت چې سردار محمد عثمان د کندهار نایبه الحکومه د نهر سراج ویاله ایستله، ده ورته درې زره مثنوي بیتونه په پاړسي ژبه وویل.
ده د طلوع افغان اخبار ورځپاڼې او د کندهار د ادبي انجمن له پښتو مجلې سره قلمي مرسته کړې ده.
د طلوع افغان ورځپاڼې تر خپراوي (۱۹۲۱ع = ۱۳۰۰ل) مخکې په ګرشک کې د لوی حکومت منشي و. د طلوع افغان په دویم کال د هغه اخبار د چاپخانې د کاپي لیکونکي په حیث او بیا د لیتوګراف ( ډبرین ماشین) د منتظم او مرتب په حیث مقرر شو.
د مطبوعاتو د مستقل ریاست تر جوړېدو وروسته په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل کال د کندهار د مطبوعاتو مدیریت مرستیال وټاکل شو او ورسره د پښتو کورسونو د ماموریت وظیفه هم وروسپارل شوه، چې د ژوند تر پایه په همدې وظیفه کې و.
سید حسېن سید نامتو خطاط هم و. په تېره په ثلث او نستعلیق خط کې ډېر ماهر و، چې د ذوق خاوندان ورته په استادۍ قایل و. دغه راز یې په میناتورۍ کې هم لاس درلود.
سید حسېن سید په نظم کې زیات اجتماعي مسایل بیانول او د ولس ناوړه دودونه یې غندل او خرافاتي رواجونه یې نقدول.
دده نظمونه په طلوع افغان، د کندهار پښتو مجلې او کابل مجله کې خپاره شوي دي.
د نظم نمونې:
یاره نه لرم ولور
پخوا لا تر دې ښه وم، ګرځېدم به په خپل سر
یاره نه لرم ولور
کوزده نه وه بلا وه، تر پخوا سومه بدتر
یاره نه لرم ولور
نکاح راته ماتم دی – کوزده نه ده یو غم دی
خسربابا کړه غصب، که مې غوا وه که سخوندور
یاره نه لرم ولور
کلونه دي تېریږي – رسمونه دي ډېریږي
په پور یې لېونی کړم، د خسر بابا ټبر
یاره نه لرم ولور
دا څه دودو دستور دی – دا کله بیا ضرور دی
چې خوار لا په خواریږي، یا به پروت وي پر ټټر
یاره نه لرم ولور
واده ولې ځنډيږي – دود وار په وار غځيږي
خو ښۍ لا راته ګوري، پاته نور زرو زېور
یاره نه لرم ولور
دوستي که دښمني ده – سیالي ده که ځواني ده
له سره نه پوهیږي، دا مخلوق په خیر و شر
یاره نه لرم ولور
شکوه کړم له بدحاله – له داسې سخت جنجاله
په عذر نه خلاصېږم، په زړګي مي ځي خنجر
یاره نه لرم ولور
خسر بابا که ښه وای – پر ما به وسیله وای
ما نه پرېږدي و کور ته، راته وايي پيل و غر
یاره نه لرم ولور
څو دا ولور پوره شي – زړګی به مې اره شي
په سېل په مې ماینه مري، دی به ګرځي شمله ور
یاره نه لرم ولور
خسره بختوره – پوره دې کړه څو زره
ګروي به چاته ورکړم، زما شوې خاورې په سر
یاره نه لرم ولور
خسر بابا چې موړ سو – واده هم داسې جوړ سو
دوستي که دوښمني ده، سره ولو به په سحر
یاره نه لرم ولور
دا څه ډول واده دی – دا سيل دی که مانده دی
په زر نه تاړه کیږي، زوم یې یووړ لکه پر
یاره نه لرم ولور
دېګونه دي مجمې دي – سالن دی کتلمې دي
واده په ډماډم شو، فضول خرڅ کړه برابر
یاره نه لرم ولور
درې سوه نارینه دي – نیازمنې په بانه دي
فضول خرڅونه ډېر سو، زوم په غم وهي غومبر
یاره نه لرم ولور
خسر روپۍ راشه کړې- و ځانته یې خره کړې
جهیز به د لور ورکړي زوړ تلتک نوی ټغر
یاره نه لرم ولور
دا ګټه کړي د وروره – هو، یو دې وړه تر کوره
نوها لاس مې پر ږیره، که اخته نه شوې په شر
یاره نه لرم ولور
چې ورک مو اعتدال شو – د هر چا په سر کې خیال شو
دغه دودونه ډېر شو، چې یې وکئ بد اثر
یاره نه لرم ولور
دا و، د پښتنو دود – چې «نه کور ورک او نه دود»
پخوا به څوک خوښ نه و، یو د بله په ضرر
یاره نه لرم ولور
سید چې نصیحت کړم - خپل ځان به په عبرت کړم
ویناوې مې په خپله، پرما ډېر کوي اثر
یاره نه لرم ولور
دعوه مې وګټله
زه هر مشکل تېروم – او هر عاقل تېروم
شاهدان تل تېروم – دوه او درې شل تېروم
کلی پر بل تېروم – کلی پر خپل تېروم
دعوه مې وګټله
قسم و ماته شو
زه څه پروا نه لرم – لحاظ د چا نه لرم
منم خاطر د قرا - باک د بابا نه لرم
زه چې پر هیڅ محکمه – ملامتیا نه لرم
دعوه مې وګټله
قسم و ماته شو
چې قسم خور وي هرځای – خود زما ورور وي هرځای
شرف په کار نه لري – کاریې د زور وي هرځای
په شورو شر کړي غوغا – پر نیلي سپور وي هرځای
دعوه مې وګټله
قسم وماته شو
که د چا کوپېغله مطلب – یا یې وي کونډه مطلب
چې مدعي یې زه سم – ډېر یې یم پوه په سبب
شاهد تیار لرمه – قسم حاضر دی عجب
دعوه مې وګټله
قسم و ماته شو
زه د هر چا په وینا – پوهېږم تل هر سبا
چاره یې زما ښه زده ده – ورځم ګهیځ او بېګا
چې کار یې جوړ کم وایم –غرض مې سو مهیا
دعوه مې وګټله
قسم و ماته شو
یو غل چې غلا کوینه – قسم ته ملا تړینه
چې بند په قتل نه وي – نور څه پروا کوینه
په قسم مومي نجات- دغه وینا کوینه
دعوه مې وګټله
قسم و ماته شو
افسوس پر داسې چله – ښه یې ژړا او ناله
خلکو کارونه کړه جوړ – قافلې ولاړې هله
سید د خپلو تر مینځ – وايي دا یوه له بله:
دعوه مې وګټله
قسم وماته شو
(اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۷۰۷- ۷۱۳مخونه)
-------------
امان الله سیلاب ساپی
امان الله سیلاب ساپی د شهید نصرالله خان ساپي زوی او د مفتي عبدالغفور خان لمسی، د ۱۹۳۳ع کال په سپتمبر = ۱۳۱۲ل کال د سنبلې میاشتې په وروستیو کې د ننګرهار ولایت، کامې ولسوالۍ په ده غازي کلي کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپلې سیمې په ښوونځي کې وکړې او په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال ترې فارغ شو. بیا یې شپږ کاله په خصوصي توګه د فقهې، د فقهې د اصولو، تفسیر، حدیث، صرف، نحوې، بدیع، بیان، معاني، عروض، قافیه، حکمت او منطق کتابونه ولوستل.
سیلاب په ۱۹۵۳ع فبروري = ۱۳۳۱ل حوت کې د کابل د قاضیانو مدرسې په دویم ټولګي کې شامل شو او بیا له درېیم ټولګي څخه د کابل عربي دارالعلوم نهم ټولګي ته لاړ. او په ۱۹۵۷ع نومبر= ۱۳۳۶ل قوس د همدغه دارالعلوم له دولسم ټولګي فارغ شو.
په ۱۹۵۹ع نومبر = ۱۳۳۸ل قوس میاشت کې یې د عدلیې وزارت په «الفلاح» مجله کې ماموریت پيل کړ. یو کال وروسته یې د کابل راډيو د نشراتو د مراقبت د مدیر د کفیل په توګه کار وکړ. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال په ټرانسپورټ ریاست کې د پلټنې غړی شو.
بیا یې د قبایلو په مستقل ریاست کې کار پيل کړ. تر دې وروسته بېرته راډيو افغانستان ته لاړ او د ژوند ترپایه هماغلته پاتې شو.
امان الله سیلاب په ۱۹۷۸-۱۲-۷مه = ۱۳۵۷ل د قوس ۱۶مه په کابل کې د حاکم رژيم له خوا لکه د ګڼو نورو په څېر د مخالفت په تور زنداني شو. پنځه میاشتې په دهمزنګ کې بندي و، تر دې وروسته یې بیا څوک د مړي او ژوندي په پته پوی نه شول.
سیلاب د پښتو شاعر او د ادبي نثر لیکوال و، چې په شعر و نثر کې یې وطني احساسات، مینه، پښتونولي او د پښتني ټولنې بېلابېلې ټولنیزې برخې بیان کړي. دده شعرونه ګڼو سندرغاړو هم ویلي او تر اوسه یې په لروبر کې سندرغاړي شعرونه وايي.
اثار
۱.کنډولی، په ۱۳۳۸ل کال یې رحمان بابا مطبوعاتي جایزه وړې ده.
۲.د مینې نغمه (نظم)
۳.اشنا(نظم)
۴.خواږه شعرونه ( نظم)
۵.قصې (نثر)
۶.ادبي پاڼې ( نثر)
۷.سپوږمۍ، د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو د شعرونو ټولګه ده چې د سپوږمۍ په باره کې یې ویلي دي.
۸.د اجمل په یاد مشاعره ( ټولونه او تدوین)
۹.د خیبر اواز ( ټولونه او تدوین)
د سیلاب ساپي د نظم او نثر نمونې:
ای شپونکیه !
ای شپونکیه! څومره ښکلی ستا ژوندون راته ښکاریږي
بې ریا سوچه او غوره ستا قانون راته ښکاریږي
هر قدم او هر یو غږ دې د پښتون راته ښکاریږي
ستا د مینې شپېلۍ څه ده، یو افسون راته ښکاريږي
دم شېبه مې دا ماشوم زړه ستا ژوندون ته هوسیږي
ستا د ژوند هره صحنه مې احساساتو کې لوبیږي
په بهار کې کې دې د وریو د سېرلو امبا امبا وي
هر سحر ماښام دې کور کې ښه مېله او تماشا وي
د ورکیو، سېرلکیو بس اتڼ او مشغولا وي
په شودو خو دې ټول لوښي ډک همېش سبا بېګا وي
په کیږدۍ کې دي پټ کړي له یخنۍ نه سېرلکي وي
څومره ښکلي ګلالي لا پسرلي کې ستا ورکي دي
د سحر سپېدې چې وچوي تا بیا کړی لمونځ اودس وي
په پنډغالي حاضر شوی بس همدې ته دې هوس وي
او رمه دې مخکې کړې سل وي شل وي او که لس وي
یو خوا ستا په رمه کړیکه بل خوا هم د وز جرس وي
له ودانې مخ په شاړه په مزه مزه روان یې
دم ساعت وري سېرلکي ته ګډ په جان او په قربان یې
چې کوم وری وکړي بغاره دا ستا زړه په تراره شي
چې سېرلی له ډلې بېل شي پسې ستا سمه ناره شي
ترېده د رمې څه وي بس ستا مینه اواره شي
ویم هر پل او هر اواز دې نندارچي ته ننداره شي
زه پوهېږم چې ته خوښ په دغه ژوند یې له هرچانه
بېل ژوندون دې غوره کړی له ودانې نه په ورانه
کله غره کله راغه کې د رمې ګرځول غواړې
کله دښت کله ځنګله کې د رمې مړول غواړې
په مزه په مینه مینه د رمې څرول غواړې
په هر پاڼ په هره څوکه ته شپېلۍ غږول غواړې
تل رمه درته څریږي ته ولاړ یې یوې خواته
په شپېلۍ چې شونډې کېدې زه پسخېږم ستا دنیا ته
په درو په ګلکڅونو د رمې سره ګرځېږې
نه په باد نه په باران یې لا خندېږې هوسېږې
د ورکي سېرلي ترپکت ته په جامو کې نه ځاییږې
په هر ګټ په هره مورګه چې ورخېژې خوشالېږې
ستا معصوم صورت نه ځار شم څومره پاکه لرې مینه
د ثبات علمبرداره ماته ګرانه نازنینه
پسرلي کې شنو درو او شنو وښو له رمه بیایې
په خزان کې رژېدلي زیړې پاڼې ورته ښایې
هر موسم ته ته په مینه په مستۍ سندرې وایې
ستا ثبات ته حیراني ده چې له هرڅه بې پروا یې
تاته یو دې ای شپونکیه تل بهار او خزان دواړه
چې ماښام کیږدۍ ته راشې شې ابۍ ته ورپه غاړه
څه معصومه ستا دنیا ده څومره ښکلی دې ژوندون دی
جامعې لره دې کړی خدمت نن او هم پرون دی
ستا زړو جامو نه ځار شم ستا خوښي زمونږ سمون دی
تاته هغه ماته دغه برخه کړی دې ګردون دی
ای معصومه نازنینه خدایږو ماله خو ښه ګران یې
د ژوندون ښکلي کاروان ته په رښتیا صحیح روان یې
زړه مې غواړي ای شپونکیه چې زه هم ستا غوندې شپون وی
په درو په ګلکڅونو جیګو غرو کې مې ژوندون وی
ډانګ په لاس چینوغزه ملا ته ستا په شان زلمی پښتون وی
دنګو دنګو غاړو مورګو لوړو څوکو ته مې یون وی
هر نفس مې لوړو غرو کې په خوله تل سوې نغمې وی
چې یې بوټی زنګولی داسې مستې زمزی وی
ولې څه وکړم شپونکیه د ګردون دا تقاضا ده
تانه غرونه ګړنګونه زما برخه دا دنیا ده
زما ژوند چل دی ټکي ده غولول دي ناروا ده
ستا د ژوند قدم قدم کې پاکه مینه بې ریا ده
ای شپونکیه ستا معصومو ارادو ته مې سلام دی
ستا شپېلۍ کې سوو ساندو او نغمو ته مې سلام دی
-------
د پښتونستان پښتون وايي
نن که ده تیاره د جهل برق د عرفان رابه شي
نن که مرور دي پښتانه سره پوخلا به شي
نن که فریب ګر ځان پټوي اخر رسوا به شي
نن که یتیمان کوي ژړا ژړا خندا به شي
څو پورې به وي داد غفلت او جهالت پردې
څو پورې به وي داد سستۍ او نقاهت پردې
څو به زمونږ صبر او د نورو به ظلمونه وي
څو به مو په وروڼو عزیزانو چپاوونه وي
څو به مو په کونډو رنډو داسې ناتارونه وي
څو به په غازیانو د بمونو بارانونه وي
نه شي قبلولی هیڅ مذهب او هیڅ قانون دغه
نه شي قبلولی هیڅ پښتون او هیڅ ژوندون دغه
مونږ منلی نه شو غلامي او اسارت د چا
مونږه کوی نه شو سلامي او یا خدمت د چا
نه منو هیڅکله مونږ امرو، نه حکومت د چا
نه مو دي په کار پردي مالونه نه دولت د چا
مونږه ازادي د ځان دولت او هم سینګار ګڼو
ژوند د خپلواکۍ او حریت کې افتخار ګڼو
تل د استعمار په مقابل کې ولاړ سپر یمه
تل زه ورختلی د غلیم په لوی سنګر یمه
تل وهم موجونه طوفاني لوی سمندر یمه
تل چې ماتوي طلسم هغسې خنجر یمه
څوک چې دې نړۍ کې جنګېدلي ما پښتون سره
سر یې هغه دم لوېدلی ښکته له زنګونه سره
نن که ټول جهان راځنې ځان بې پروا کړی دی
دیو د استعمار یې په پردي ملک لګیا کړی دی
یا چې کوم ظالم زما ماشوم په ژړا کړی دی
یا یې کوم تدبیر زما لپاره بنا کړی دی
ګوره نن سبا کې دغه واړه پښېمان به شي
بلکې شرمنده او هم رسوا په ټول جهان به شي
ګوره، کړ په جېل کې ژوند غازي فخرافغان په څه؟
شول سوري سوری په برچو ښکلي شازلمیان په څه؟
ګوره لمبېدلي په سرو وینو شهیدان په څه؟
مونږ باندې کوي داسې ظلمونه ظالمان په څه؟
مونږ مسلمانان یو د قادیان دین قبلوی نه شو
مونږه شریعت او د قران دین پرېښودی نه شو
پاڅېږه سیلابه، کامه واله ځه تیرا له ته
ورشه بیا توبې، ګرویک، چترال او سلالا له ته
یوسه دا پيغام هغه زمرو د پښتونخوا له ته
غږ وکړه زلمو او ننګیالو د هرې خوا له ته
داسې ورته وایه راشئ ښکلی ګلستان جوړ کړي
ځان لره خپلواکی مستقل پښتونستان جوړ کړئ
--------
د مینې تړون
څومره خوږه ده دنیا د مینې
له نازه ډکه موسکا د مینې
خواته مې غلې په مینه راغله
بس زړه یې یووړو په غلا د مینې
کوه د مینې قېصې په مینه
چې مې تازه شي سودا د مینې
چې اور د مینې پرې تازه کیږي
لټوم هغه ځلا د مینې
دا ټوقې وشتې دې بې څه نه دي
په کې ځلیږي ښکلا د مینې
ای نازولې ناز لوبولې
چې غشي ولې رسا د مینې
چې سا نیولې تروره ښکارې
چا درته ووی زما د مینې
د شوخو سترګو بلا دې واخلم
په یو نظر کړې دوا د مینې
چې راته ګورې په مینه مینه
لکه چې غواړې سلا د مینې
راځه تړون به د مینې وکړو
ګوندې اخر شو رسوا د مینې
لږه موسکۍ کړه دا بوڅې شونډې
چې رنګینه شي ادا د مینې
مخ ته خورې کړه د زلفو وريځې
چې ستوري وکړي ګډا د مینې
راځه سیلابه تر هغه ژاړه
څو دې نصیب شي خندا د مینې
د لوڅې ونې ننداره
د پسرلي خوږې شپې ورځې په منډه تېرې شوې،
هغه زړه راښکونکي منظرې، د بلبلانو خوږې نغمې، د ګلانو معطرې وږمې، د باغونو بې نظیره خاطرې او د مرغانو رنګارنګ اتڼونه، ټول په بل رنګ او بل منظر بدل شول.
د ګلانو تنکۍ او ښکلې څېرې، د سیلۍ د سختو څپېړو سره مخامخ شوې، د ونو شنې او تازه پاڼې د نارنج نه ژیړې شوې او ورو ورو ترمې ترمې ورژېدې. د مرغانو کډې د ډېرې ژړا د بدرګې سره وکوچېدې، د ژمي سختې هوا د زمکې د غیږې ښایسته بچي او نازولي بوټي په ډېره بې رحمۍ د یوه سره له تېغه تېر کړل او ټول یې د واورې په سپين کفن کې تاو کړه.
هغه لویه دنګه ګوره او شنه ونه چې څو ورځې وړاندې د تازه پاڼو او خواره سیوري څښتنه وه، هغه ونه چې د هغې د سیوري لاندې به د مستۍ او سرور مېلې جوړې وې، هغه ونه چې د هغې په هرې څانګې پورې زرګونه لذتونه زنګېدل، هغه ونه چې د هغې په هر ښاخ پورې به خوږې مېوې ځوړندې وې، هغه ونه چې د هغې د سیوري کیف پېغلې اتڼ ته پارولې، هغه ونه چې د هغې لاندې د زرګونو مزدورانو د کار او زحمت خولې وچېدې، هغه ونه چې هلته د ډېرو دردېدلو زړونو دمه جوېده....
هغه ونه چې هغې ته د نازونو او مکېزونو قافلې راتلې، هغه ونه چې د هغې خواږه نسیم د هر ساکښ روح تازه کاوه، هغه ونه چې د هغې په هره لښته باندې به ګلالۍ مرغۍ کېناستې او په مینه به یې په نوي نوي راګ خوږې غزلې اورولې، هغه ونه چې د هغې لاندې به هره ورځ نوی محفل جوړ و او د خوښۍ او خوشالۍ څه اندازه یې نه وه، هغه ونه چې د هغې لاندې د ډېرو لارویو او ډېرو دردېدلو د دمې ځای و،
نن، هو، نن اوف، نن !!
نن په هغې ونې پورې یوه پاڼه نه شته...
نن هغه لوڅه پوڅه ده، نن د هغې لاندې د هیچا پل نه ښکاري، نن د هغه ځای او د بیدیا په منځ کې هیڅ توپیر نه شته. نن هلته سر ترسره د غم او ماتم پرده چالانه ده. نن هلته د خوښۍ او خوشالۍ نښه نه لیدل کیږي. نن په هغه ځای او هغه ونه باندې د هر چا زړه درد احساسوي، اوس د هغې د تېر شان و شوکت او پخوانۍ دبدبې په یاد هره ورځ اسمان لپې لپې اوښکې تویوي.
هو، بله واورئ ! اوس خو د هغې ټول ښاخونه او ټول صورت لوڅ لغړ دی، نو ځکه ورباندې نن هیڅوک صرفه نه کوي. بلکې د هغې تنکۍ او ښکلې لښتې او څانګې په ډېره بې رحمۍ راپرې کوي. څوک لا ورپسې تبرګي په لاس ورخېژي او د هغې منډان له بېخه راغوڅوي ا و څوک یې ډډ ته تبر نیسي، لنډه دا چې د ګردون د سختو کړاوونو سره مخ ده. زه د یوه لاروي په حیث د هغې د پسرلي د ورځو شپو په نوم د هغې په لور ورغلم....
څه ګورم؟
چې هغه د عیش او مېلې مرکز، هغه د راحت او خوشالۍ ټاټوبی، هغه د کیف او خوند نه ډک منظر، هغه د مینې او محبت ډکه دنیا، بلکل په بله بڼه اوښتې. هلته مې د سپېرو ښاخونو نه پرته او د سپينو واورو د سړې دنیا نه غیر نور هیڅ د خوشالۍ او خوښۍ کومه نښه په نظر رانغله. اوس هلته د هغې په دنګو څوکو باندې چې په پخوا به هلته خوش اوازو بلبلانو خوږې نغمې او په زړه پورې سندرې اورولې، تور کارغان ناست وو او په ډېر غور یې په خپلو بڼکو کې مښوکې ګرځولې. د یو عالم سکوت او حیرانۍ سره مخامخ شوم، ولې بیا هم هغې باثباته ونې د زمانې دې نیرنګ ته هم خپل استقامت د لاسه نه و ورکړی او سره د ډېرې لوڅتیا او سختې سړې هوا، بلکې د ګردون دې سختو څپېړو ته یې په ډېر متانت او پوره استقامت سینه سپر کړې وه.
له ځينو ښاخونو څخه یې تورې وینې څڅېدې، خو سره له دې یې هم د ثبات عالي امتحان ورکاوه.
زه د څو دقیقو لپاره دې زړه دردوونکې منظرې ته د یوه عالم سوز او درد سره ګوته په غاښ، اریان او چوپ ودرېدم.
د ونې د تېرې دبدبې په یاد مې د زړه په تل کې د احساساتو سمندر یو څو موجونه وکړه او د سترګو په کونجونو کې د اوښکو يو څو سپينې ملغلرې راورغړېدې. خو:
د لوڅې ونې ثبات او عالي همت زما د درېدلي خیال دا کړۍ ډېره زر پرې کړه او د تصور په عالم کې یې راته د حال په ژبه دومره قدر وویل:
«د خوشالۍ یاران مې ډېر وو
په ناچارۍ کې یې یوازې پرېښودمه»
(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۷۱۴-۷۲۴مخونه / پښتو وکیپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)
------------
عزیزالرحمان سیفي
مولاناعزیزالرحمان سیفي د سلطان محمد زوی په خټه الکوزی په ۱۹۰۵ع = ۱۲۸۴ل کال شاوخوا د پښتونخوا په دوابه نومې سیمه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې له خپل نامتو تره مولانا سیف الرحمان نه کړي. دی سربېره پرعلم مجاهد هم و او له انګرېزانو سره د پښتو په ځينو غزاګانو کې یې ګډون کړی و. څه موده یې د پښتونخوا ګودر دارالعلوم کې د مولانا تاج محمد نه زده کړې کړي دي. په شل کلنۍ کې د هند دیوه بند ته تللی او هلته یې متداوله عربي علوم لوستي او هم یې اوردو ژبه زده کړې ده.
هغه وخت چې په افغانستان کې د انګرېزانو پرخلاف د خپلواکۍ د بېرته اخیستو تحریک او جهاد ښه تود و، نو سیفي له هنده افغانستان ته راغی او دلته له خپل تره مولانا سیف الرحمان سره اوسېده.
په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال په انیس ورځپاڼه کې مامور شو، چې پښتو ټولنه جوړه شوه دی ددغه ټولنې غړی وټاکل شو. تر څه وخت وروسته د پښتو ټولنې د تالیف او ترجمې څانګې مدیر شو، چې تر ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال پورې یې همدلته دنده ترسره کوله.
سیفي شعرونه نه دي ویلي، خو په نثر کې یې ډېر پرکاره لیکونکی و. دده نثر روان، عام فهمه او خوږ دی. تعقید، ابهام او پیچیده ګي نه لري. په تېره بیا په ترجمه کې لوی لاس لري او زیات زیار یې ویستلی چې د بلې ژبې مطالب او معاني د خپلې ژبې په داسې قالب کې واچوي، چې لوستونکو ته یې بڼه بیخي طبیعي ښکاره شي. ځکه یې نو ترجمې خوندورې او خوږې دي.
مولانا سیفي پر لیکوالۍ سربېره خوش طبعه، خنده رویه، ظریف او مجلس ارا سړی و، د ملګرو یې ډېر خیال ساته. چې یو ځل به له چا سره ملګری شو، بیا به یې تر پایه نه پرېښوده.
په کوم مجلس کې چې به سیفي ګډون لاره، ټول به یې خبرو ته غوږ غوږ و، خو په عین حال کې یې د مجلس نزاکتونه هم ساتل.
دده ظرایف زیاتره په کلیماتو لوبې کول و، چې په دې لړ کې یې خاصه ملکوتي پوهه لرله او په فی البدیهه توګه به یې خبرې داسې کنایو او استعارو ته اړولې چې اورېدونکي به یې خوښ ساتل.
-وايي چې یوه ورځ کوم ملګري له سیفي نه وپوښتل چې ماهي او مستوفي څه فرق لري،
ده ورته وویل چې له مستوفي نه چې سین وباسې متوفي شي او ماهی چې له سین نه راوباسې مړ شي، نو لهذا دا دواړه هیڅ فرق نه لري.
-دویمه یې دا چې هغه وخت په افغانستان کې د ملګرو ملتو موسسې ته یونو (U.N.O) ویل کېدل، ده به ویل چې دا کلمه پښتو ده، یعنې چې « یو – نو » چې په پاړسي کې یې مطلب هستم دیګه یا پس هستم کیږي او ملګري ملتونه هم شته دي، خو په چارو کې داسې سست دي، چې ایله یې د موجودیت مسله ده او بس.
-درېیمه یې دا چې، سیفي به ویل د سرویس مانا داده چې « سر یوسه» یعنې مال مه وړه.
-څلورمه استاد بېنوا په اوسني لیکوال کې لیکي چې یوه ورځ څو ملګري مېلې ته تللي وو، سیفي هم راسره و، دوه ملګرو په ټوکو ټوکو د ویالې پر غاړه سره خپړې ولګولې او دواړه سره د کالیو اوبو ته ولوېدل. ددوی کالي ډېر میین( نازکه ) وو، نوتر لمدېدو وروسته د دواړو بدنونه ښکارېدل. په دې وخت کې سیفي ورغږ کړ، چې:
«بس دی، په اوبو کې بې ابه شوئ».
-یوه ورځ له سیفي صیب سره یو زوړ کتاب و، چې د شا له خوا هغه ټوکر یې شلېدلی و، چې د کتاب دواړه مخه وقایې سره نښلوي، یوه ملګري غوښتل چې هغه کتاب له سیفي څخه واخلي چې لاس یې ورواچاوه، د کتاب د شا هغه ټوکر څيرې شو، سیفي صیب فورا وویل:
«څه کوې، د کتاب کونه دې څيرې کړه».
په دې ډول نو مولانا سیفي ډېرې مانا داره ټوکې کړي، چې هغه وخت د ملګرو تر منځ لکه د متلونو په خولو جاري وې.
مولانا عزیز الرحمان سیفي په ...... نېټه وفات شوی دی.
( د مولانا سیفي د ژوند روستي حالات ونه موندل شول، په وروستي سمون کې به یې هڅه وشي.)
اثار
سیفي ډېرې لیکنې چې په اجتماعي، ادبي، تاریخي او سیاسي موضوعاتو یې لیکلي، له عربي، اوردو او پارسي ژبو څخه په پښتو ژباړلي چې د افغانستان په ورځپاڼو، جریدو او مجلو کې خپرې شوي او ځانګړي اثار یې دادي:
۱.حقیق الاسلام و محاسنه، له عربي ژباړه
۲.الاسلام اساس السعادة، دا کتاب له دري ژباړل شوی، په اخبار او ځانګړې بڼه خپور شوی دی.
۳.محمد الرسول الله المثل الاکمل، له عربي نه دري ته ژباړه
۴.خان جهان لودي، له اوردو نه پښتو ته ژباړه، په ۱۳۲۶ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۵.د ژوندانه لارې، داد ابواب السعادة نومي عربي کتاب پښتو ژباړه ده.
۶.اجتماعي روزنه، دا د یوه عربي کتاب پښتو ژباړه ده، په ۱۳۳۴ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۷.شېرشاه سوري، دا کتاب له اوردو نه پښتو ته ژباړه ده، چې په ۱۳۳۴ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۸.هغه وویل، دا اخلاقي کتاب د جبران خلیل اثر دی، چې اوردو ته قاضي عبدالغفار او پښتو ته سیفي ژباړلې، په ۱۳۳۶ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۹.منطاد الجو، له عربي پښتو ته اړول شوی دی.
۱۰.د انسان بدن، د موریس پارکر تالیف دی چې سیفي ژباړلی او په ۱۳۳۷ل کال خپور شوی دی.
۱۱.ډهلی د پښتنو په وختونو کې، په اوردو ژبه د خان غازي کابلي تالیف دی، چې ده پښتو ته ژباړلی او په ۱۳۳۸ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۱۲.د سیرت النبي درېیم ټوک، د سلیمان ندوي تالیف دی، چې سیفي په ۷۹۴مخونو کې پښتو ته ژباړلی او په ۱۳۴۰ل کال پښتو ټولنې چاپ کړی.
۱۳.د سیرت النبي د څلورم ټوک ژباړه، په ۸۸۸ مخونو کې خپور شوی دی.
۱۴. د سیرت النبي لومړی ټوک، چې لومړی ځل برهان الدین کشککي او دویم ځل سیفي ژباړلی او په پنځمه لسیزه کې پښتو ټولنې چاپ کړی دی.
۱۵.د سیرت النبي دویم ټوک، چې لومړی ځل برهان الدین کشککي ژباړلی او دویم ځل سیفي ژباړلی او په پنځمه لسیزه کې پښتو ټولنې چاپ کړی دی.
۱۶.د فلسفې د تاریخ ترجمه، د دورانت اثر دی چې په ۲۳۵مخونو کې ژباړل شوی دی.
د سیفي د خپلو لیکنو او ژباړې نمونې:
۱.لیکنه:
ګل او بلبل
پسرلی دی، ګلونه هرې خواته غوړېدلي دي.
یوه بلبله چې د ژمي د بیلتون شپې یې تېرې کړي او د فراق زخمونه یې ګاللي، ورغله خپل جانان(ګل) ته ودرېدله، په ډېر احترام یې عرض وکئ:
ای زما د زړه ارامه! آ د ټولې نړۍ د ګلونو سرداره، ښایسته ګلالیه!
د زمکې پرمخ ډېر ښکلي ګلونه، ښایسته بوټي شته دی، چې په مادي دنیا کې د هغوی څخه خلک ډېرې فایدې اخلي، د رنځ درمل په کوي...
مګر سره ددې، هغوی په بني ادمو کې دومره قدر نه لري، لکه چې ته یې خاوند یې او نه یې دومره مقبولیت په نصیب شوی دی، د هر چا په زړه کې ستا په شان محبوبیت لري.
ګرانه ګله، دا څه سبب دی؟
ګل: هو ! ستا خبرې رښتیا دي، مګر خدای ماته پر نورو بوټو یو فضلیت راکړی دی، چې په نورو کې نه شته، نور بوټي ځنې محروم او بې برخې دي، هغه څه شی دی؟
-دصدق او وفا بوی!
زه د خپل مربي سره زیات صداقت او وفا لرم، که څه هم په ما کې نور څه ډېر کمال نه شته، نه مې لرګي د کار دي، نه څه نور مادي مزایا لرم، خو انسان ددې ټولو نواقصو سره زه منلی یم، زما سره د زړه مینه لري او په ډېر هوس زما پالنه کوي!
نو هیڅ نه شته، زه تل ددوی د غاړې امېل او د سر خول یم، چې واده وي، د زلمو په غاړه کې د مینې لاسونه اچوم، په ډېر محبت ورسره خوشالي کوم، د ډېرې خوشالۍ څخه مې خوله د خندا ډکه، رنګ مې تازه او تک سور وي.
د پېغلو او د جینکو پیکی، وربلونه او لاسونه له ما څخه ډک وي، هر ځای لکه یو خوږ ملګری ورسره ناست او ملاست یم.
په غم کې یې هم ځان نه سپموم.
د دوی د مړي سره سم په جنازه کې روان یم، چې قبر ته ورسیږي، مړی په قبر کې کېښوول شي، ټول خپلوان، وروڼه، زامن خپلو کورونو ته ځنې بېرته راستانه شي، مګر زه، هو زه!
تر مرګ وروسته هم ددوی ملګرتیا نه پرېږدم، په قبر کې ورسره یوځای ښخېږم، د قبر سختې تورې تیارې ورسره ګالم، په تورو خاورو کې د خپل مربي سره د غم شپې تېروم، خواږه اشنایان، ټول ورڅخه لاړ شي، پلار، مور، ورور او نور خپلوان هیڅوک نه ورپاتیږي...
اما زما پاڼې ترېنه راچاپېره وي، ځينې پاڼې مې یو ځای په تور لحد کې ځانونه ورسره ښخ کړي، ځينې د قبر دپاسه نسکور باندې پراته وي....
دا زما وروستنۍ وفا ده، چې دده په محبت کې د زمانې ناخوالې زغمم، د بادونو د لاسه وچ ککړ شم، بټي بیابانونه، هدېرې، ډاګونه مې ټول له ده سره قبول کړي وي، دده په وفا کې زما دا ښکلی تازه رنګ، چې د اوس مینه پرې کوي او نازک تازه وجود مې خاورې ایري شي...
نو ګرانې خوشنوا بلبلې!
زما د ګرانښت سبب دغه دی، چې د هر چا په زړه کې محبوبیت لرم، په لاسو کې مې ګرځوي، زمکې ته مې نه پرېږدي.
بیا وایم، نور هیڅ نه شته، فقط د صدق او وفا بوی لرم!!
۲. ژباړه،( د جبران خلیل له اثارو):
د مریانو ژوند
یوه زړه بي بي پر کټ دپاسه بیده وه، او څلور مریونه ورته ولاړ وو، ببوزی یې ورته واهه.
بي بي پر کټ بیده پرته خرېدله، او ددې په څنګ کې یوه پیشو هم پرته وه او دغو مریونو ته به یې کتل.
لومړی مریي ویل: دا زړه ښځه پر کټ بیده څنګه ښکاریږي، ګورئ، څنګه ګونځې مخ یې نیولی دی او څنګه ساه باسي او خریږي او داسې خریږي لکه شیطان چې یې مرۍ خپه کړې وي.
پیشو ورته وویل دا د خوب په نړۍ کې دومره بده نه ایسي لکه تاسې مریونه چې د بیدارۍ په نړۍ کې ښکارېږئ...
بل مریي وویل، تاسې وګورئ، داسې بوټ تندی یې نیولی دی لکه چې کوم بد خوب ویني.
پیشو ورته وویل، کاشکې چې تاسې هم بیده شوي وای او د خپلې ازادۍ خوب مو لیدلی وای.
دریم مریي وویل، ښايي دا د هغه خلکو ډله په خوب کې ویني چې دې وژلي دي.
څلورم مریي وویل، ددې په شاوخوا کې خبرې اترې کول یوه ښه او دلچسپه مشغولا ده، لیکن دا په ولاړې ببوزی وهل هم کوم معمولي کار نه دی او ډېر سخت مصیبت دی.
پیشو وویل، تر څو چې ژوندی یې نو هم دغه راز به خلکو ته ببوزي وهئ او که اسمان ته وخېژئ، نو هغلته به هم ستاسې همدا کار وي.
په دغه وخت کې بي بي په ډډه واوښتله او خول یې له سره کوز په زمکه ولوېد.
یوه مریي وویل، دا خو ښه شګون نه دی.
پیشو وویل، هر بد شګون د یوه دپاره بد او د بل دپاره ښه وي.
بل مریي وویل، که دا له خوب څخه راويښه شي او دا خپل خول په زمکه وویني نو په دې کې شک نه شته چې موږ به ټول مړه کړي.
پيشو وویل، له کومې ورځې چې دا پيدا شوې ده، تاسې هره ورځ وژني، لیکن تاسې نه پوهېږئ.
درېيم مريي وویل، هو دا به موږ مړه کړي او دا زموږ وژل به د ځان دپاره یو خیرات او قرباني وګڼي.
پیشو وویل، ټول بېوزلي خلک هم ددې کار دپاره پیدا شوي دي او هم دا خلک قرباني کیږي.
څلورم مریي نورو مریو ته اشاره وکړه چې:
چپ او غلي شئ او په خپله یې د بي بي غورځېدلی خول له زمکې پورته کړ، او بېرته یې د هغې په سر کېښود.
پیشو وویل، د مریونو کار هم دادی چې د خلکو غورځېدلي خولونه بېرته د هغو په سرونو ږدي او دا کار پرته له مریونو بل څوک نه شي کولی.
لږ ساعت وروسته بیده بي بي له خوبه راويښه شوه او ګیرچاپېر یې وکتل اوسویلی یې وکړ، او د اسویلي نه وروسته یې وویل، لکه چې ما خوب لیده، ما خوب لیده چې د یوې زړې ونې په ګیرچاپېره یو لړم شمشتۍ ځغلولې وې، دا خوب زما خوښ نه شو.
دا یې وویل او بي بي بېرته بیده شوه او په خرېدلو یې پیل وکړ او دغو څلورو مریو ورته ببوزی واهه.
پيشو وویل، ببوزی وهئ او ترڅو چې مو ژوند وي ببوزی وهئ، ای ناپوهو!
ببوزی وهئ او هغه اور چې تاسې ورباندې وریتیږئ په دې ببوزو د ځان د سېزلو دپاره ښه بل او تازه کړئ.
(اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۷۳۰- ۷۳۸مخونه/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
سعدالدین شپون
سعدالدین شپون په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په چارتوت کلي کې زیږېدلی دی، د پلار نوم یې قاضي برهان الدین او په خټه خوږیاڼی دی.
په ۱۹۴۰ع = ۱۳۱۹ل کال د خان اباد په لومړني ښوونځي کې شامل او تر شپږم صنف وروسته ترې په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال کابل ته راغی. دلته د حبیبیې په لېسه کې شامل شو. د لېسې تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې شامل شو اوپه ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال تر لېسانس اخیستو وروسته د پښتو ټولنې په غړیتوب وټاکل شو. څو کاله یې دا دنده وکړه، بیا په کابل کې د ملګروملتو په دفتر کې د انګلیسي ژبې ترجمان وټاکل شو. شپون ددغو دواړو دندو په وخت د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې استاد هم و. په دې لړ کې یې په امریکا کې د ماسټرۍ زده کړې هم وکړې. دا دندې یې روانې وې، چې په افغانستان کې د ثور کودتا وشوه. دی پېښور ته کډوال شو، خو هلته یې له بنسټ پالو سره ګوزاره ونه شوه او اروپا ته لاړ. هلته د ډنمارک په کوپنهاګن پوهنتون کې استاد شو. تریوه کال وروسته امریکا ته کډوال شو او هلته د امریکاغږ په راډيو کې ویاند شو. دېرش کاله یې دا دنده وکړه او تر تقاعد وروسته یې خپل ادبي فعالیتونه کول.
سعدالدین شپون د امریکا په ویرجنیا ایالت کې په ۲۰۱۷-۹-۱۰ع = ۱۳۹۶-۶-۱۹ل نېټه ومړ او مړی یې وطن ته راوړل شو. دلته د لغمان په سورخکانو سیمه کې د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
سعدالدین شپون په پښتو نثر لیکنه کې د ځانګړي سبک خاوند دی. ولسي اصطلاحات او تعبیرات یې په نثر کې ډېر کارول، خواږه لیکل یې کول، د لیکنو ژبه یې په ولسي استعارو او کنایو پسوللې وه او په لیکنو کې هرې برخې ته متوجه ښکاري. په عین حال کې د ټوکو او لطیفو په بڼه یې انتقادي لیکنې هم کړي، چې ده ته یې ځانګړتیا بښلې ده.
شپون د لنډو کیسو، ناولونو او ادبي ژوندلیک لیکنو لیکوال او د پښتو ښه شاعر و، په شاعرۍ کې یې زیاتره ازاد او معرا نظمونه لیکلي، خو غزلې او څلوریزې هم لري.
اثار
۱.لیکوالي، د کابل پوهنتون د ادبیاتو درسي کتاب
۲.شین ټاغی، ناول چې په ۱۹۹۷ع کال په پېښور کې چاپ شوی دی.
۳.کټیالی، ناول په ۱۹۹۷ع کال په پېښور کې چاپ شوی دی.
۴.د سمڅې یاران، ناول په ۱۹۹۸ع کال په پېښور کې چاپ شوی دی.
۵.د بنګي غاړه، لنډې کیسې دي، په ۱۹۹۹ع کال په پېښور کې چاپ شوی دی.
۶.ښایستو، ناول دی، چې په ۲۰۰۰م ع کال په پېښور کې خپور شوی دی.
۷.و نه و یو شپون و، ادبي ژوند لیک چې په ۲۰۰۵ع کال په پېښور کې خپور شوی دی.
۷.د مچۍ ځاله، ادبي کالمونه په ۲۰۱۵ع کال په جلال اباد کې خپور شوی دی.
۸. زوړ سړی او سیند ( ژباړه)
۹.ادبي نقد، په ۲۰۲۱ کال په کابل کې د محمد اسحاق مومند په زیار خپور شوی دی.
۱۰.ادبي څېړنې، په ۲۰۲۱ع کال د محمد اسحاق مومند په زیار په کابل کې خپور شوی دی.
۱۱. یو شپون و(طنزونه)، په ۲۰۲۱ع کال په کابل کې د محمد اسحاق مومند په زیار خپور شوی دی.
د شپون د نظم او نثر نمونې:
ساقي ته
ساقي ورشه، خم را تش کړه - ها جامونه ډکوه یې
په دغو مې سر تود نه شو - څه ته ګورې راکوه یې
خم راکوز کړه، خم نسکور کړه - ته لاګورې ځنځوه یې
دغه خړ څاڅکي چې څاڅي له دې شنه ګلالي خمه
بد بد مه ګوره اوبه دي د ژوندون چې زه یې څکمه
ساقي ته هم رانژدې شه - له ما مه وېرېږه کېنه
هو لږ نوره رانژدې شه - ما به ډېر نن ځوروې نه
چې د میو بس سودا کړې- رښتیا ځان خو خرڅوې نه
دا موسکۍ موسکۍ په څه یې رانژدې شه لږه نوره
خدایږو ښه دې لیدی نه شم، زه نشه یم که شپه توره
ساقي خلک به څه وايي - مونږ چې مست نشه پراته یو
ته مې غیږ کې جام په لاس کې - عشق په زړه کې تر خاته یو
خلک پام شراب ته ګوري - مونږ دې جام ته په کاته یو
یو بل جام هم راته ډک کړه ساقي توند توند مه راګوه
ګناهګار ملامت نه وي، ټينګ مې ونیسه لږ نوره
درست عالم نن شرابي دی - یه ساقي زه ترې خبر یم
دی شراب هغه شراب څښي - زه چټي ځانله اوتر یم
ساقي ته یې څومره مسته - زه د تا نه هم خبر یم
د ړانده فلک قانون دی ای بېباکه ماتوه یې
ساقي څه د خلکو غم کړې یوه شپه ده تېروه یې
هر یو غړپ لکه لمبه ده - چې له ستوني کوز تېریږي
د غرور په کور اور بل کا - تظاهر نه پاتې کیږي
درست عالم به سور انګار کا - که دا اور لږ نور بلیږي
بې ماڼو بېړۍ په واړه د توفان په څپو ناڅي
د شرابو یوه برخه که کاهل بحر کې څاڅي
رانژدې شه چې ساړه دي - توره شپه ده باران اوري
دا کړنګا دا تنزرونه - نور یې هیڅ هوښیار نه ګوري
دغه مونږه شرابیان یو - چې ماغزه مو سر کې ښوري
په دې تورې تروږمۍ کې خلک خوب مونږه مستي کړو
یه ساقي ویده خو مړ وي دغه ښه ده چې هستي کړو
ساقي شپه لا څه بلا وي – کاڼي لوی لکه د غر شي
هره څانګه تېره توره – هره پاڼه لکه سپر شي
لبر(لمر؟) به نه ساتي رمې بیا – تر خوني لېوه بتر شي
دغه شپه بې له شرابه یه ساقي نه سبا کیږي
یا به مرم یا بل جام راکه یا هغه یا به دا کیږي
----
اوښکه
ته کرار کرار بهېږه، چا نه مه غواړه اجرونه
دا تورو کاڼو زړونه، دې کې نه کیږي کښتونه
په ورېښمين پاسته دسمال یې چې په ناز ناز پاکولې
اوس د تورو خاورو لاندې شو هغه پاسته لاسونه
چې به ته سترګو کې ډنډ شوې، په لېمو یې ښکلولم
هغه سرې شونډې اوس شنې دي اوښکو پرېږدئ جلبونه
زړه په سترګو لیدی نه شي چې مې خلکو ته ښکاره کړای
د تڼاکې زړه عادت دی چې له سترګو کړې ټوپونه
زړه چې غوټه کړې غمونه، سترګې مرستې لره ورشي
چې د بل په اوښکو خاندي د هغو څيرې شه زړونه
چې اشنا ورسره نه وي، د هغو به لا څه ژوند وي
ای زما بې قدرې اوښکې څوک دې نه اخلي نازونه
ای رڼې ټکنۍ اوښکې، ای د ورکې مینې نښې
هر يو څاڅکی چې اوس لویږي، بیا راشنه شي سره ګلونه
د غمجنو خاورو لاندې، د خمتا په خړ کفن کې
نن مې هغه اشنا پروت دی چې کول یې مکېزونه
چې مېکز به یې په شونډو لکه سره ګل کې بورا و
هغه سورګل اوس رژیږي ها بورا پرېښول باغونه
د ماوماو وروستۍ خاطره
تاند کې کوم خواخوږي راته دعا کړې چې د لسو دوولسو نورو ناولونو تر لیکلو پورې دې الله پاک درسره ګوزاره وکړي، د ګوزارې په مانا خدای ښه پوه کړی یم. تر اوسه خو لا شته یم، ښه په دمه کې روان یم، هر سهار ټول اندامونه شمېرم، دې خوا هې خوا یې اړوم، په اتیات پاپۍ په غولي ږدم، آزمېیم یې چې د وجود دروندوالي ته ټینګېدای شي که نه. چې ګورم هر څه پوره او فعال دي، ځان سره وایم، نن خو دې هم په سر کار واړوله، سبا ته به ګورو. لاس په کټاره ټینګوم، پاوړۍ په پاوړۍ یې شمېرم، سبناري ته کوزیږم.
یوه ورځ ټوخېدم، ووېرېدم چې دا به د سرطان لومړۍ نښه وي، خو چې خپل بنګله دېشي ډاکټر ته لاړم، هغه پس له معاینې راته خندل چې مریض نه یې بانګساره یې. بله ورځ مې چې د سترګو شکایت وکړ، ذره بینې عینکې یې راکړې، خو بیا یې بېرته واخیستې، ځکه معاینې وښودله چې د لید قوت مې ۲۰-۲۰ دی.
اشتها هم بده نه ده، د هندواڼې خو به دروغجن شم، د یوه اوږد وړي خان آباتي خټکي په اندازه خېټه کۍ را پورې غړکه وهي. ډاکټر د شلو د قیقو ویل، زه یو نیم سات ټرېډمېل یا د زیار په پښتو، یون ماکو کوم. بیا دا نورې لوبې چې په پښو یا لاسو وزن جګوي. نو دا لسیزه په دې تېره شوه چې څک یم چې بلا به له کوم اړخه راځي. کور والا تل راته وايي چې یه سړیه، ته لکه چۍ مرګ په بوله دربولې. درسته ورځ په څار کې یې چې مرګ به له کوم کنډوه دراوړي. رښتیا هم وايی، خو زما محاسبه هم هسې د جولایانو مشغولا نه ده چې، پنج ایتي، پنج اوتي، پنج په دوکان. نه د سودایانو مشغولا.
پوره اته اویا کلن یم، نو مرګ بلا غواړي چې نه دی راغلی؟ خواخوږي چې رانه دوولس ناولونه غواړي یا مې سلو کالونو ته څکوي، که ټوکې نه کوي، نو وېرېږم چې ماغزه به یې خراب وي چې په پېښورۍ پښتووايي، د سر پاسنی چېمبر یې وران دی. ټول آسماني او مځکني کتابونه یو څه وايي دوی بل څه. ادبیات هم تکراري لګیا وي چې مرګی شمال دی هره پاڼه رژوینه. د حداد ماما پسې چا د ځانه جوړه کړې وه چې تر مرګ دمخه یې مېرمنې ته ویلي وو چې بیا به جهان راپسې غواړې، نه به یمه. پاس د خپيل کمپیوتر خونې ته وخوت، د کوروالا سودا شوه، وروختله، حداد په چوکۍ ناست و، سا یې ختلې وه.خلک هسې لګیا دي چې مرګ مفاجات کې د ایمان د نه تېرولو وېره ده. زما په فکر دا سادېستان دي. زما پرې رخه راځی، کشکې د مرګ سکرات په ما هم دومره اسانه شي. شپون ژوندی، بیا د سترګو په رپ کې مړ. نه د ځنکدن کړاو، لکه اوښ چې له باره سره د ستنې له سپم نه تېر شي، نه د ناروغۍ هردم شهیدګي، نه د درد بغارې چې لر بر کلي یې اوري، بس د پیل صیب د غوږ چم به وي چې درته وايي، نه دې په راتګ خبر شوم، نه په تګ. خو د حداد مې وروستی کار خوښ نه شو. چې تابوت یې د بولدوزر په کرېن ورښکته کړ، بیا یې چې د زنځیر کنجک له تابوته خلاصاوه، نه خلاصېده، هر څه چې یې تابوت لر بر کړ، د کنجک منګول ترې نه راختله. ګویا حداد د حال په ژبه ویل چې ما لحد کې مه پرېږدﺉ.زه وایم چې زوروره، چې یو ځل مړ شوې نو بیا شور مه خوره. دنیا کې دې چپ له دربدرۍ، جلاوطنۍ او نهیلۍ څه لېدلي وو چې ارمان یې کوې؟.هغه افغان ولس خو تا ولېد چې درنه ترمې ترمې شو او تا ورته رڼې رڼې کتل، له لاسه دې څه نه کېدل.
پخپله تا نه ویل چې د اقبال دا خبر ه ناکاره ده چې هر ملک ملک ماست که ملک خدای ما ست؟ او ما درسره غبرګوله چې دا یې لکه چې د سټالین کوم شعار ترجمه کړی و. تا په خپله مبارکه خوله د امریکا د کوم انقلابي خبره تکراروله چې آیا ژوند دومره خوږ دی؟ سوله دومره قیمتي شی دی چې د غلامۍ د اتکړیو په بیه یې واخلو؟
ما او تا مازې په ریموټ کنټرول وطن پالنه کوله. ماوماو ګله، زما انګرېزي یوه لوټه ستا ترهغې درنه وه . یوه اصطلاح مې یاده کړه چې /وېرچوال ریالیټي/ یې بولي.
ریاليټی مانا واقعیت، هغه څه چۍ شتون لري. نو د ورچوال ریاليټی مانا بېدو واقعیت، رسا واقعیت، تیار واقعیت، تقریبا واقعیت ده چې ما خبره اوږده کړه، تا ویل زه خپله حداد مانا پښ یم. دا به هماغه وي چې پښتانه ورته سپنخړی وايی، مانا د وسپنې خړه چې د پښ د دوکان مخې د ډېران په اېرو کې کنډوری کنډوری پرته وي، زیږ سوری سوری لکه د غومبسې ځاله، بزګران خپلې چاودې تلې پرې توږي. ما وېل ماوماوه، ستا یې ډېر زده، مقصد دا د کمپیوټر لیکنه چې موږ ځان پرې خوشالوو، وېرچوال ریاليټي ده. که وطن یادوو، که یې سندرې بولو، ګویا ویرچوال ریاليټي یادوو، ریاليټی را نه څو زره میله لرې پرته ده، بس د وسپنې په خړې ځان خوشالوو. مڼه نشته، نه نیمه پخه او نیمه زېړه زرغونه، خو موږ یې د آشنا د لاس تحفه بولو.ماوماو جانه، ما په ډېرو داسې مڼو شخوند وهلی خو د کنداریانو خبره، د خاشې خوند یې نه و، نیمه خوا، سپېرې شونډې پاتې شوی یم.
د مرګ معما
حاجي راباندې په غوسه و چې ولې مې دا څو میاشتې نه دی پوښتلی. وايي یوه ورځ به خبر شې چې حاجي (به اطلاع دوستان رسید.) حیراني ده چې په دومره فرزانګۍ لا یې خو له نه جوړېږي چې په ساده ژبه یې ووایی چې، حاجي مرد. چې فکر ورته کوم، دا مرګ میرات مړی تل په اسرارو کې پټ وي، د سړیتوب سلوک نه ورسره کېږي. ابن سینا د یوې څلورېږي په درو بندونو کې لکه بانګي چرګ لافې وهي چې د زحل نه تر ماهي پورې مې د نړۍ غونډ مشکلات حل کړل، خو په آخر کې د خوشال بابا په وینا د مغلو چرګه شي، کوړت کوړت، هګۍ اچوي: هر بند کشاده شد مګر بند اجل. د حاجي په نظر خلک ، که نور څه نه وي په خبرو کې له مرګه لار چپوي. وايي، عربو حتی د پیغمبر صیب مرګ تر هغې نه مانه چې ابوبکر رض غږ کړ چې یه خلکه که په محمد مو ایمان را وړی وي، هغه مړ دی.
حاجي د خپل وصیت کیسه کوي چې وکیل ترې پوښتنې کولې، کورنۍ یې ژړل. موټر دې چا ته پرېږدې، کورونه چا ته پرېږدې، که ټولو ته ورکې برخه ورکوې نو آیا خرڅ دې شي چې بیا یې پیسې ستا په ټاکلې فیصدۍ هر یوه ته ورکړی شي؟. په تفصیل یې دا صحنه را ته بیان کړه. ما ورته وویل، حجیجانه، چې زه دې نه یم هېر کړی، ځکه د پایمنارحاجي نه درپاتې کړایي، ساتول او د وسپنې د درې پښیزنغري وعده خو دې راسره کړې وه ! حاجي په خندا وویل، د خپلې شناختې د لیک انشا مې هم کړې وه چې « میر فریدالدین انصاري. تولد : ۱۳۱۲ هجري شمسي، ۱۳۳۱ میلادي، پایمنار، کابل، افغانستان. مرګ، وېرجنیا، متحده آیا لات. ۲۰۱۳ انا الیه را جعون. ما ټوکې ته راښکله خو حا جي جدي و. ما وویل ته څه خبریې چې بل کال ته مرې؟ هغه وویل، ډا کټرانو ویلي دي.
حاجي درې کورونه لري چې یو یې هماغه شریکي دی، دوه نورکرايي یې خپلې کشرۍ لورته چې لا واده نه ده په نامه کړل. وصیت نامه په قضا کې رسمي شوه، اوس په بانک کې خوندي ده چې حاجي وايي ، ستاسو پښتنو په وینا، کله چې زما د مرګ ټغر تول شي د ولسوالۍ اداره به دا ترکه شرعي کړی. حاجي راته ټینګ و چې ته خو بله میاشت وطن ته روان یې، یو څه پیسې درکوم چې هلته یې زما مشرې، میره نۍ خورته ورکړې. ما انکار وکړ، ځکه چې یو بل ځل مې چا ته پیسې وړې وې بیا یې حاجي ته ویلي وو چې هلته یې له شرمه و نه ګڼلې خو بیا په زر ډالره کمې و ختې.
خبره د مرګ وه . چې حاجي ویل ، درسته نړۍ، په تېره موږ افغانان یې نه منو، پلپوټ کوو یې. وصیت ناشونی دی، حقوقي دعواوې زیاتره د همدې میراث په سر رابوټېږي. چې سړی ژوندی وي نو ځان ترې وارۍ کوو، درد او بلا یې په سر اخلو، خو چې ساه یې وختله بیا یې ځینې ، لکه د مردارې کجیران په لاښ ټونګې وهو. او د ګردو نو ښه ګاونډو بیړه وي چې څنګه یې په منډه منډه تر خاورو لاندې کړي. حاجي ویل، خپلو بچیانو ته تل دا خبره کوي، خو څوک یې نه مني چې د ده مړی وسېزي، بیا یې لکه امریکايي افغانستان پېژندونکی، لويي دوپري، ایره بوتل کې واچوي، له تورخمه چې افغانستان ته شي، له موټره دې کوز ودوړوي. د الوتکې کراه او د فاتحې، سقاط، خلکوته په هوټل کې د غرمې د ډوډۍ اود مصطفی جومات د ختم له لګښته به هم خلاص وي.
حاجی د مرګ په باب ګروېږنې کړي، وايي افغانان ډېر بې وفا خلک دی، د ژوند نعمتونه په ناشکرۍ سره نغري خوچې پښې کې یې اغزی مات شي بیا لکه چې لوی ظلم پرې شوی کوکارې وهي. مرګ خو یې له کاپر نه بد اېشي. درګذشت، اوړه یې خلاص شول، پور یې پرې کړ. پدرود ګفت، هر څه وایي خو اصلي مدعا پټوي.
حاجي وايي، دا حتمي ده چې یوه ورځ شکې پښې پرېو مګر مانا یې دا نه ده چې له مرګه وډار شو. بیا یې نو یوه کتابچه د بالښته له لاندې را واېستله، یو فارسي نظم یې چې د ده خپل به و که ترجمه ، ولوست:
دوه شیان راباندې ګران وو
یو طبیعت، بل هنر
هېچا سره مې جنګ نه دی کړی
هېڅوک، هېڅ شی زما په جنګ نه ارزېد
دواړه لا سو نه مې د ژوند اور ته تاوده کړل
اوس سکروټې مري
زه رخصتېدو ته چمتو یم.
ماورته د بهیر د شاعر، هارون حکیمي په ملڼډېزې اصطلاح، لا سونه وپړکول ، چې رخصتېدم، یوه بوجۍ یې راوښودله چې په ګوټ کې سر تړلې پرته وه، « اي ره ده مو ترت بان» چې کور کې مې پرانستله، حیراني وه چې هماغه درې قلمه مال و: توره ، په نالت لړلې تبۍ چې د غوړو سوه کي ورپورې کنګل پاتې وو، دروند، زنګن سا تول (چې د غټ مال هډوکی پرې ماتوي او خدای خبرزیار به یې څه بولی)، اویو وسپنیز نغری چې دریمه پښه یې ماته وه. وروسته یې تلفون کې ویل چې دا اصلي مالونه دي او د ده د یوه تره، ډا کټر نجم الدین انصاري په فتوا د انګرېز افغان د لومړي جنګ له وختو د دوی کورنۍ ته ورپاتې دي، ده د تبرک له پاره امریکا ته راوړې وو. زموږ د کورنۍ ټول غړي و پورې خاندي او کله چې په پخلنځي کې چا ته د کوم ورک شي پته ورکوي نو وايي د خدای بښلی حاجي د بوجۍ شاته.
ډډه اوږۍ
هغه ورځ له اسد غضنفرصیب سره غږېدم. نه مې دي یاد، چې ما که ده په شعر کې د لفظی صنایعو او موسیقیت خبره پورته کړه. ما لکه چې د خلقیانو دا ناشولته نظم تکرار کړ چې: طباق یې تبه خی، مبارره طبقاتي ده + در جار شم شوروي چې د ښکلا شرانګا دې خېژي. غضنفرصیب خبره سمه کړه او د حمزه مثال یې ورکړ:
یو شور یې د شهرت و چې شوم پېښ په پېښور - حمزه مې په خاموشو مقبرو کې لټاوه
زما خپل دا خوښ شو چې تې ګانې او شینونه ورکې برالا او په بېشرمۍ قطار شوي دي. افسوس چې د غضنفر شعر او زما دا معر و. نو اوس به دوه نور ورکړم چې هم راته ښکلې ښکاري هم مې د ژوند تجربې د هغې رښتین توب را ښودلی دی:
۱. چې په تورو سترګو تور رانجه کا پورې
له یوې تورې بلا پاڅي سل نورې
۲. پښتنې نجونې مې ولېدې په سترګو
څوک چې ترکې د ختن ستایي خطا دي
لا هم نه پوهېږم چې د ا دوه مې ولې خوښ شول. د شعر هنر ورکې دی او که په کلي کې مې داسې ښایستوکې لېدلي دي چې نه یې سیال په هند کې شته دی، نه ثاني په امریکا کې. په هر صورت، زه د بنیادمانو په سینګار ناشکري نه کوم. خپله مې هم چې ورته کتلي، د ځانه سره مې ویلي، یره که د سترګو ګوټونه یې په کجلو یو څه لکیاور کړي وای د ښایست به یې پړکا ختله. د خوشال بابا د پښتنو نجونو د ښکلا بیان خو داسې کانې روا کړې چې د ټولې نړۍ(او زه تر ابن بطوطه، او چینايی هوانتسانګ، او مارکوپولو نه هم ډېر ګرځېدلی یم) په ښکلو مې خاورې اړولي، خپله پښتنه ښځه مې کړې ده.
خو په شعر کې ځینې وخت لفظی صنایع د هغې هنریت ته صدمه رسوي. کله خو تکراري شي، د بل چا وي، سولېدلی وي.
یار دستمبو بدستم داد دستم بو ګرفت+ دست او نازم که دستمبو زدستم بو ګرفت
د دغسې صنایعو یو بل نقص دا دی چې د معنی یا پیغام په رسولو کې مرسته نه کوي، هسې لکه د غوا پېروان د نور شعر پوري زانګي . فارسي قافیه کې ناچار چار ، آچار چار، ژاژ خايي مېکنند با ما رقیب+ اندرین دریا دګر مدرای ژاژ
دا وینا سمه ده چې شعر صنعت دی. خو د صنعت مانا دلته مازې دا ده چې، د بنیادم په لاس جوړ شوی څیز دی. هسې خو کلالي او ترکاڼی هم صنعت دی. خو فرقونه یې ډېردي. د کلال یو کنډولی د بل په شان وي خو یو شعر که بېدو د بل په شان وي نو یو یې ضرور غلا ده، چې کتابو کې ورته ادبي سرقه وايي. بله دا چې د کنډول جوړول د ژوند یو عملي ضرورت پوره کوي، اوبه ورکې څښل کېږي، یوه کار آمد آله ده. شعر معنوي، د ښکلا تنده ما توي. دا چټی بحث دی چې ادب د ادب د پاره که د ژوند له پاره. د ښکلا د تندې ماتېد ل هم د ژوند یوه برخه ده.
د هنر یوه خاصه که تخیل دی نو بله یې ابتکار او تخلیق دی. همدلته ده چې د بل شاعر د اثرتکرارول یا په خپل نامه کول هنر نه دی حال دا چې باک نه شته چې سل کلالان هماغه یو قسم کډول جوړ کا
دغه ادبي صنایع چې اوس یې د طباًق، تضاد…… نومونه ورباندې لورولي، کتابونه یې پرې لیکلي، پوهنتون کې یې د علومو په نومونو تدریس کېږي، بله مشغولا ده. هغه پاړسي شاعر څه ښه ویلي چې من ندانم فاعلاتن فاعلات+ شعر مېګویم بمانند نبات. د پوهنتون په کالونو کې د ادب د ادب یا ادب د ژوند بحث ښه په زورکې و. یو مضمون مې په دې عنوان هم وکوت چې (ملنګ جان نابغه نه و) : لکه چې خادم صیب یا بل لیکوال ملنګجان نابغه بللی و. هغه وخت یواځې د ګوتو په شمار د پښتو ټولنې مشرانو ته، هغه هم د نابغه نه، بلکه د علامه خطاب جایز و. ملنګ جان د خدای بېسواده ولسی شاعر و. خو ما چې یې شعرونو ته کتل دا نوم چندانې بېځایه هم نه معلومېده. اوسنۍ ملي ترانه خو کرزي صیب په وچ کوتک په خلکو ومنله مګر که د ملنګ جان ( دا زموږ زیبا وطن) ورسره مقایسه کړﺉ څرګند فرق و. د دې اوسنۍ ترانې لیکونکی، جهاني صیب په خپله له خپلې ترانې راضي نه دی.
هغه ورځ مې د خدای بښلي ملنګ جان د یوې بدلې لومړی بند چېرته وکوت، هنر راته ښکاره شو:
مینې دې ستي کړمه، راغلې په اېرو
اوس مې په اېروکې لا س وهه چې باد یی وړینه، ستا د در ملنګ یم.
زما په نظر ادبي صنایع زیاتره د هغو تکیه کلامونو مثال لري چې په عوامو کې یې نمونې ډېرې دي: خدای دې په نېکه مل شه. مدعا دا ده چې، که دا نښه دې رښتیا وي، د خدای کړه و، نو وروره ګله، تا ته دې خدای ښه ورځ درکړي، بده دې نه درکوي…….. ګویا د زاړه اونوي بیان ترمینځ پول یا د سارا ښکنې وقفه ده. څوک یې مانا ته پام نه کوي، ښوی وروستي بیان ته تېرېږي. بیا هم لږ تر لږه د کلماتو ترمنځ د ګریس کار خو ورکوي. مګر په لیکلي نظم کې به (چې لیکوال یې د هنر په نامه کاږي) چندانې ورته ضرورت نه وي. یو بل مثال به د نالوستو ورکړم او خبره به راونغاړم: وا زرګره یاره، ما ته ډډه اوږۍ جوړه که+ شین غمی پرې سپور کړه، مرغلرې ترې چاپېره که. دا او د ملنګ جان نمونې ادبی صنعت نه لري خو د اجمل ښکلي صیب په اند حسي او تصویري دي. صحنه درته نېغه دروي او پرېږدي چې پخپله پیغام درکړي.
(اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۷۵۵-۷۶۱مخونه/ تاند ویبسایټ/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
-----------
محمد موسی شفیق
محمد موسی شفیق د مولوي محمد ابراهیم کاموي زوی د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د زرشوی اصلي استوګن دی، خو د پلار د رسمي دندې په وجه په ۱۹۲۹ د مۍ ۲۶ = ۱۳۰۸ل د جوزا ۵ مه نېټه په کابل ښار کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په کامه کې له خپل پلار او د کورنۍ له نورو دیني عالمانو نه کړي او بیا د هډې په نجم المدارس مدرسه کې شامل شو. دوه کاله وروسته په کابل عربي دارالعلوم کې شامل شو او له دولسم ټولګي فارغ شو.
تر فراغت وروسته په شاهي دارالتحریر کې مقرر شو او بیا وروسته د پوهنې وزارت له خوا مصر ته د تحصیل لپاره ولېږل شو، هلته له جامع الازهرپوهنتون نه فارغ شو او بیا له هغه ځایه د نورو زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته لاړ. هلته یې په بین الدول حقوقو کې د نیویارک له کولمبیا پوهنتون څخه ماسټري او له هارورډ پوهنتون څخه یې په نړۍ والو اړیکو کې د بري سند واخیست.
هېواد ته په راستنېدو یې د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې د بین المللي خاصو حقوقو او مقایسوي حقوقو تدریس پيل کړ. له دې سره هممهاله د بهرنیو چارو وزارت سلاکار هم وټاکل شو. دا وخت یې «د بین الدول خصوصي حقوق» په نامه یو کتاب هم ولیکه او خپور شو.
بیا له پوهنتوني تدریس سره مل په عدلیه وزارت کې د قوانینو عمومي مدیر شو او څه وخت وروسته د تقنین د رییس په توګه وټاکل شو. دلته یې د افغانستان بېلابېل لوی او واړه قوانین د عصر له غوښتنو سره سم برابر کړل.
د شفیق د مور ژبه دري او د پلار یې پښتو وه، خو ده ورسره عربي او انګلیسي ژبې هم زده کړې وې.
شفیق په اوسني لیکوال کې په خپل قلم یوځای لیکي:
« زما په تربیه کې لومړی موثر شخص زما پلار دی، د هغه ډېرو مثبتو افکارو په ما تاثیر کړی، او ځينې هغه نظریات یې هم په ما تحمیل کړي چې د هغه د خپلې زمانې دپاره هغه ته مفید ښکاره کېدل، مګر اوس د یوه منفي جریان شکل لري. زما پلار د هغه اوږد او حساس ماموریت له کبله چې د افغانستان په اوسني او پخواني دور کې یې سرته رسولی، د افغانستان په تاریخ کې د یوه معین ذهنیت نماینده ګي کوي. زه په خپله په خپل ځان کې د هغه د مثبتو او ګټورو نظریاتو تاثیر زیات ګورم. د هغه نه وروسته په اجتماعي ژوند کې د پښتو ځينو نومیالیو ادیبانو زما په تربیه کې برخه اخیستې ده او په دارالعلوم کې د مولانا غلام نبي کاموي اثر زما په فکر باندې د مخصوصې یادونې وړ دی.
په مصر کې مې له ښاغلي داوي نه هم ډېره مستقیمه استفاده وکړه او د قاهرې ثقافتي محیط د رسمي تحصیل نه علاوه زما د فکر په وسعت باندې زیات تاثیر وکړ. د امریکې سفر او اقامت د غربي ژوندانه د طرز سره اشنا کړم او بالاخره ددې مختلفو موثراتو د تفاعل په نتیجه کې ما سره هم یو شمېر ثابت نظریات د ژوندانه په باب پیدا شول، چې زه ورته خپله لاره وایم او ډېر دوستان لرم چې موافقه ورسره نه لري.
زما فعالیت د حقوقو او قوانینو په ساحه کې دی. وظیفه مې د عدلیې په وزارت کې د قوانینو د لوی مدیریت اداره او د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د خاص بین المللي حقوقو او د مقایسوي حقوقو تدریس دی...»
ده په يونان كې د حقوق پوهانو په نړۍ وال كنفرانس او په لاهور كې د مستشرقينو په كنفرانس كې د ګډون له امله په نړۍ وال غورځنگ كې د خپل هېواد استازيتوب وكړ او د ذروى وسلې نه لرونكو هېوادنو كنفرانس مشرتابه پر وخت يې په علمى ډگر كې د خپل هېواد شمله لوړه كړه. شفیق د يوه وتلى او بريالى د يپلومات په توگه د افغانستان په سياسي افق كې وځلېده. هغه په جارجتون كې د ناپېیلو هېوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو په كنفرانس كې د افغان پلاوي د مشر په توگه په خپله وېنا كې د ناپېیلوتوب غورځنگ د استقامت په جوتولو د ټولو پام راوگرځاوه او په جده کې یې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كې خپله وېنا واوروله. د ملګرو ملتونو د عمومي ټولنى د ۲۷ مى غونډې مشري یې په غاړه وه، او د درېیمې نړى هېوادونو د حقوقو په ننگه يې انقلابى وېنا وكړه.
شفیق په سوډان، قاهره او بېروت كې د افغانستان د سفير په توگه هم دنده ترسره كړى ده. ارواښاد په ۱۹۷۱- ۱۹۷۲ع = ۱۳۵۰- ۱۳۵۱ل کال لس میاشتې د افغانستان صدراعظم و. د صدارت په وخت یې د افغانستان په سیاسي فضا کې یو نوی مثبت تحرک رامنځته کړ. له ایران سره یې د اوبو په مسله کې یو تړون وکړ، چې افغانستان او ایران دواړو خواوو ته په ګټه و، که څه هم ځينو نا خوښه خلکو په دې تړون انتقاد هم کاوه، خو حقیقت دادی چې دا لانجمنه مسله دده په تدبیر او فکر حل شوه. د هېواد په دننه کې یې هم ګڼ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي و، د پښتونستان په مسله کې هم مصمم و، چې داسې یوه لاره ومومي چې له پاکستان سره لانجه غوڅه شي. ښايي د شفیق همدا مدبرانه هڅې به وې چې په کمین کې ناست د افغانستان دښمنانو سردار محمد داود خان کودتا ته وهڅوه او تر کودتا وروسته شفیق په حکومت کې د شامل پرچمي ګروپ له خوا بندي کړای شو.
له دوه نیم کاله زندان وروسته شفیق راخوشې او کورناستی شو.
په ۱۳۵۷ل کال ثور کې چې خلقیانو او پرچمیانو په ګډه د داود خان په رژیم کودتا وکړه، شفیق یې بیا بندي کړ او دا ځل نو بېرته راستون نه شو د ثور په ۱۱مه نېټه یې په زندان کې وواژه او د وطن د دوښمنانو زړونه یې پرې یخ کړل. د شفیق مړی یې هم کورنۍ ته ونه سپاره او په کومه نا معلومه کنده کې یې واچوه.
اثار
۱.پيغام، چې په ۱۳۳۷ل کال د کابل راډيو پښتون ږغ مجلې خپره کړې ده.
۲.عبقریان، د پښتو او دري د لنډو کیسو ټولګه، چې د کتاب چاپولو موسسې په ۱۳۴۶ل کال په کابل کې خپره کړې ده.
۳.دا په یاد د محبت درسره واخله، ټولوونکی شهرت ننګیال، په ۲۰۰۰ کال په پېښور کې چاپ شوې ده.
۴.د ننګرهار شاعران، تذکره، په ۱۳۸۸ل کال د کلید مجلې له خوا خپره شوې ده.
د نظم او نثر نمونې:
قومي جذبه
یاد مې د ماضي د سینې زخم نه خنجر شولو
د زمکې راته خور چې یو رنګین غوندې دفتر شولو
بیا مې په سینه کې قومیت په شورو شر شولو
مل مې د تروو اوښکو شبنم د سپین سحر شولو
سترګې د اسمان هم په دې حال باندې نمجنې شوې
پيکې په سرو اوښکو یې رنګینې د لمنې شوې
تنګ مې ارمانونه د سینې بندیخانه کې شو
جوړ یې ګونګسی کړو د وتو په بهانه کې شو
مست لکه موجونه په یو سیند بې کرانه کې شو
وی چې دا څه ژوند دی چې زاړه په ویرانه کې شو
سود په تخیل نه شي راوځو حقیقت ته نور
کور د سکون پاتې دی روان یو حرکت ته نور
ګورم چې قومونو نن غونډيږي د غونچې په دود
ستا په حال د سترګو نه بهیږي مې پښتو نه رود
شرنګ دې د همت د تورې بیا دښمن ته وښوده
داسې احساساتو چې د زړه حرم کړو واړه تود
غږ شي په خیبر باندې جذبې د ملیت وکړو
لرې شه د منځه مونږه عزم د وحدت وکړو
نقش مې د تورې خاطرات دي د دفتر په مخ
خاندي مې برېښنا د سپينې تورې د سحر په مخ
ټیټ شم کله جګ شم لکه موج د سمندر په مخ
نه پرېدمه تېکې د ننګ ځای کې د خنجر په مخ
روږدی اموخته د حوادثو په توفان یمه
زه د ننګ په کار کې مړنی د ټول جهان یمه
ایښی مې خاوند دی، پاکه خېټه کې قوت زما
هرچا اورېدلې هنګامې دي د غیرت زما
موج وي فطرت کې احساسات د قومیت زما
پاکه پښتونواله ده قانون د ملیت زما
داسې قوت نه شته چې کړي محوه قومي درد زمونږ
څو چې لا ژوندی په مخ د زمکې وي یو فرد زمونږ
ما یو ځل ښودلی د مټ زور و دې دنیا ته دی
ډېر ملک د جهان مې تسلیم کړی پښتونخوا ته دی
یاد مې د ظفر تاریخ ایران او بخارا ته دی
شرنګ زما د تورې معلوم شوی و هرچاته دی
ما د ننګ په ځای کې قربان کړي سرو مال دواړه
ژوند دې که په کار وي د پښتون ځنې امان غواړه
زه د ازادۍ د شمعې اور ته پروانه یمه
زده یمه تاریخ ته خوندوره افسانه یمه
تل د سمندر د زمانې کې دردانه یمه
موج مې جذبې وهي یو سیند بېکرانه یمه
تېر یمه د سر نه په ناموس او ننګ فدا یمه
داغ د غلامۍ نه کوم کرکه ازاد پایمه
وهم و شک کې نه یم زه خاوند د ټينګ ایمان یمه
پاکه عقیده لرم په سمه لار روان یمه
دین زما اسلام دی خو سره له دې افغان یمه
نه هندي عرب یم يو پښتون یم مسلمان یمه
زه هغه غازي یم چې څوځله شهید شوی یم
بیا یم پیدا شوی که کوم ځلې فقید شوی یم
خوشې ګومان مه کړه پښتونخوا تشه بېدیا نه ده
داد بې ننګانو، بې ناموسو تکیه ګا نه ده
دلته پښتون مېشت دی، بې له ده نه د بل چا نه ده
وايي پښتونواله جدايي سره روا نه ده
مونږ سره تړلي د یووالي په زنځير یو ټول
پوه د خپلې خاورې په تنظیم او په تدبیر یو ټول
عشق د خپلواکۍ مې په سینه کې په هاها وي تل
پاک مې احساسات دي ازادي مې تمنا وي تل
خیر د بشر غواړم امنیت مې تقاضا وي تل
ما سره چې نښلې بدبختي د هغه چا وي تل
زړه مې ډک په مینه دی، تاوده تاوده جذبات لرم
پاک سوچه پښتون یمه سپېڅلي احساسات لرم
وګورئ دې غرونو ته په دې کې دی وطن زما
دا د قومي مینې د لالونو دی مخزن زما
جنګ د ازادۍ له تاو د سره دی کفن زما
سیمې له که رامې شي زبون به شي دښمن زما
کور د بې ننګۍ باندې یو تندر د اسمان یمه
ځکه چې افغان یمه او ځکه چې افغان یمه
دا خیبر چې ګورې د پښتون د عظمت نښه ده
غټه علامه ده د ایشیا په زړه کې ښخه ده
هیڅ ورته اتوم دی، اراده مې هومره شخه ده
هرڅومره که لوی شي لا مې خوا په غلیم یخه ده
زه ثابت قدم د ننګ په ځای کې لکه غر یمه
عزم پښتني لرم په هره پېښه بر یمه
پاکې مې جذبې د زړه انګړ کې د وحدت لرم
مخکې څراغونه بل د دین او د ملت لرم
زه یم چې مغزو کې رڼايي د حقیقت لرم
اوس مې که لاس تش دی، نور څه نه شته یو همت لرم
شته ده په تاریخ کې د مېړانې افسانه زما
ماکې ټګي نه شته هو مې هو او نه ده نه زما
نه وی چې شرف په کې نو نه ګورم ژوندون ته هیڅ
ډک چې په جذبو نه وي نو غوږ نه ږدم مضمون ته هیڅ
ټیټه به مې ملا نه کړمه خدایږو چې ګردون ته هیڅ
څه چې مشکلات دي واړه عزم د پښتون ته هیڅ
سوزم انقلاب کې د ختو په بندو بست یمه
وېره راکې نه شته دی او نه اوهام پرست یمه
عشق د ازادۍ لرم حامي د خپل وطن یمه
دښمن د خپلواکۍ چې وي د هغه زړه دښمن یمه
جنګ له په ناموس مې همېشه په سر کفن یمه
توره مې په لاس ده درمعلوم یم چې تورزن یمه
زه چې اس مې پونده د همت کړم د میدان په مخ
شخړه د هیبت زما شي پنډه د اسمان په مخ
ما چې سر وهلی څو څو ځلې د هر چا سره
شته مې خاطرې د تورې اوس هم لا دنیا سره
ننګ که نارینتوب غواړې نو کان یې دی زما سره
زه علاقه من یمه د قوم اعتلا سره
فتحه مې نصیب ده قدرت تل یمه بر کړی زه
دې دنیا ته خدای یم د ناموس مثال ورکړی زه
کور مې د زړه تود دی په تودو جذبو د قام د عشق
زه د قام په مینه کې ختلی یم په بام د عشق
مینې دې پښتونه نښلولی یم په دام د عشق
غواړم په قومي عروج رڼا تیاره ماښام د عشق
ګرځم سرګردانه لی په لی قومي اختر پسې
ځان سره چې راوړي سعادت هغه سحر پسې
زه تکړه شاګرد یمه د دهر د مکتب یمه
فکر به په ما کړې ملاوستنی د مذهب یمه
بیا په اعاده کې د قومي زنګین دبدب یمه
ساتمه ملي کولتور مې ځکه مهذب یمه
زړه کې مې جذبې د قام د مینې دي په شوروشر
ماسره اتوم نه شته خو نه لرم له چا خطر
بیا مې استعداد کې اړخ بدل کړو فطرتي قوت
ويښه کړه د خوب نه د کوشش جذبه مې بیا قدرت
وې کړې غځونې ځان یې وښوده تیاره فطرت
دومره په ځان پوه یم چې لرم بې انتها طاقت
زه د ننګ دپاره حمله ان په سکندر کوم
کار د خپل ټټر سره د تیږو د سنګر کوم
لوی په انقلاب شوم توفاني د زمانې همېش
کاندې مې د ژوند په بېړۍ رنګارنګ کانې همېش
اور د قومي عشق مې وهي زړه کې زبانې همېش
ډکې راسره د نارینتوب وې پيمانې همېش
ماته د ازل نه هاتف دغسې یو څه ووی
نه شي هضموی پښتونه تا د زمانې ووی
ټول عمر اخته یم په ګوندۍ او تربګنیو کې
ومې سو پوټکی د وجود خانه جنګیو کې
بیا هم محوه نه شوم حوادثو په سيلیو کې
شته مې ملغلرې د همت د ژوند سیپيو کې
ما د زمانې مکتب نه واخیستو د ننګ دېپلوم
کلک که تر فولادو وي د وهم زنځيرونه شلوم
نه مې شته نصیب کې قلاری د اضطراب ځنې
کله وزګار شوی یم توفان د انقلاب ځنې
دا ټکي زده کړي ما د دهر د کتاب ځنې
وېره چې ونه کړې حوادثو د دریاب ځنې
بله په سینه کې ده د قام د عشق لمبه زما
ودې پېژندله وه همدا قومي جذبه زما
-------
د کلاس ملګرې ته
نه دې نکریزې په لاس – نه دې کجل په بڼو
نه دې شغ شغ د پرتوګ- نه دې جغ جغ د پڼو
نه دې په مخ سپېده- نه دې سرخي په ککو
نه دې لنګۍ په سر ده –نه دې پلو نیمکښو
نه دې ټوپونه په تندي کلیمه داره وهي
نه دې د وروځو د منځ خال د زړونو لاره وهي
پوزه دې هسې خوبه – په کې چارګل نه شته دی
پیکی دې شته دی پېِغلې – زلفې سنبل نه شته دی
ګلونه چتر چتر – دې په کاکل نه شته دی
نه دې په سرو شونډو ټالونه جلب داره وهي
نه دې د زنې د منځ خال د زړونو لاره وهي
کوم دی پېزوان شته دی؟ -کومه نتکۍ دې ده؟
د جبین ټيک دې کوم دی؟ - کومه اوږۍ دې ده؟
آن د مشقي میم نه – لویه خولګۍ دې ده
نه دې د سر خبرې کیږي له ریباره سره
نه دې څه فرق د ټيټ و پاس دیار اغیاره سره
په لاس بنګړي دې نه شته- په غاړه هار نه لرې
ته په لستوڼو غوټۍ –ته چنده نار نه لرې
ته په لمن په ټټر- پاولۍ قطار نه لرې
نه ټک وهلی دې ګونګري چې شرنګ و پرنګ وکړي
نه دې پایزېب شته چې پینڅو سره دې جنګ وکړي
خو ای تهذیب راوړې – د تمدن مېرمنې
کړي د مطلب کاته دې-راته اشنا بلنې
سره پوهیږو دواړه – چې اخلې زړه راځنې
هسې معصومه ښکارې- یې د جندرو وتلې
ای د اتوم د عصر – چستې چالاکې ښکلې
ستا په ګرمۍ باندې قسم کوم چې – په عقل و دین باندې ناکوبې کوې
څومره ساده او څومره بوله ښکارې- ته چې زما په ژوندون لوبې کوې
(نیویارک)
-------
څه معنی؟
دومره فرېب په سپين څادر د قلندر څه معنی؟
په نوي عصر کې ددې زاړه دفتر څه معنی؟
که مفکوره د خیر خواهۍ وي په مغزو کې د چا
نو امتیاز د سپين او تور د لرو او بر څه معنی؟
د زړه انګړ چې کړې جلوې د پاکې مینې رڼا
داسې دنیا کې تظاهر د نمر قمر څه معنی؟
کوم استعداد چې تا په خپله خاورو لاندې کړلو
بیا په هغې پسې د ځان ځنې سفر څه معنی؟
خدای چې بینا سترګې درکړي دي او دید شته په کې
بیا غورځېدنه له ګړنګه له کمر څه معنی؟
په لوڅو پوڅو د اشنا سره د شپې په غیږ کې
چې زه موړ نه یم سپینې سترګې د سحر څه معنی؟
د پيغام شعري مجموعې د سریزې یوه برخه:
دا شعرونه هغه وخت ویل شوي، چې ما په دارالعلوم کې د مجهولې ایندې خواته زړه نازړه په وېره وېره خاپوړې کولې. د هغې نه وروسته زما په ژوند کې ډېر تحولات پېښ شول. د هغې ایندې ډېره برخه «اوس» شوه او که زه ددې « اوس» نه، په دې کم او کیف خبر وای، ما به د هر یو کال نه په هماغه تنګ او تریو او تپه تیاره دارالعلوم کې دوه او درې کلونه جوړ کړي وای.
لکه څنګه چې د خدای په دې لوی جهان کې انسان ته انعام الکبیر ویل شوی، دغسې د طالبانو دنیا ته هم دا نوره دنیا دنیاګۍ ښکاري. په دې دنیا کې امام غزالي د خلاصه کیداني د مولف سره نه شي برابرېدلی. دده خبره منظوره او د هغه ځکه رد ده چې هغه شافعي مذهبی دی. په دې نیا کې سګرټ او چلم حرام دي، مګر ددوی کړمېزنه خوله نسوار داسې حلال دي، چې تو کول یې ان په لستوڼي کې هم جواز لري.
ساز او سرود په کې د شیطان خندا ګڼل کیږي او اتڼ د پرېښتو عبادت، سوال حرام او سوبت ټولول په کې جایز دي. په دې دنیا کې د نورې دنیاګۍ علم جهل دی، که څوک په هر څه پوهېده او «خلاصه » نه ورتله؛ نو که د چا د جهل نه لکۍ کېدی، دغسې چا به اقلا د ګزونو په خانه کې وه او دا دنیا ځانله بېلې سترګې، بېل غوږونه، بېله تله، بېل ګز او بېله پیمانه لري. نه د چا په سترګو ګوري، نه د چا په غوږونو اوري، نه د چا په تله تول کوي، نه د چا په ګزونو ګز او نه د چا په پیمانه اندازه. که عالم سپوږمۍ ته وخېژي او د هغه ځای نه زمونږ زمکې ته وګوري، چې ګرده په فضا کې ګرځي، دا خبره په ټوله دنیاګۍ منلی شي، مګر په دې دنیا یې نه شي منلی.
د هر چا په حق کې د کفر او ایمان خبرې کېدی شي، مګر د یونان فلاسفه و چې د زمکې د سکون اکتشاف کړی، د هغوی په هکله داسې فکر کول ممکنه ده، چې په خپله د فکر کوونکي په ایمان کې څه شک غوندې پیدا کړي.
د طالبانو په همدې دنیا کې ددې خورو ورو اندېښنو زما د ماشوم توب په دوره کې د الفاظو جامې اغوستي دي. او واقعا ماته دغسې ښکاره کیږي، لکه یو ماشوم چې د تپې تیارې دنیا نه رڼا ته راووځي.
د دارالعلوم تیاره هم د مور د ګېډې د تیارې نه کمه نه ده، خو د دارالعلوم دنیا یوه نېشه هم لرله، چې یو نادره شان خودي ورسره ملګرې وه او یو داش و، چې اومې خښتې یې پخولې. د سړي نه به یې شکاک جوړولو چې دیکارت به یې په هدیره کې په خپله خبره پښېمانه کړ. د دارالعلوم دغسې هېوې ته کله کله زه د هغې اوسپنې نظر کوم، کومه چې په سندان باندې بې رحمه ټکول شوې وي. که په وسپنه کې پوره متره نه وي، بوټۍ بوټۍ شي او چې رشتیا وسپنه وي، هغه وغځيږي، بیا نو خوښه د اهنګر ده چې څه شی ترې جوړوي.
زه چې اوس دا شعرونه لولم، د دارالعلوم د دنیا ددې ټولو رنګونو نښې په کې شته. مګر ورسره ورسره هغه تاثرات او انفعالات هم راټول شوي دي، کوم چې زما طبیعت په هغه دوره کې د ایېنې غوندې د یو او بل ځای نه چاڼ او بې غلبېله سره راخیستي دي.
(اوسني لیکوال، ۲ ټ ۷۶۹-۷۹۷ مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
-------------
محمد ګل عتیقي
محمد ګل عتیقي د مولانا عبیدالله زوی په ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل کال د لغمان په چارباغ کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار څخه وکړې او بیا د کابل په عربي دارالعلوم پنځم ټولګي کې شامل شو. دا وخت دده پلار د هډې په نجم المدارس مدرسه کې تدریس کاوه، چې وفات شو او دی د ننګرهار نجم المدارس مدرسې ته لاړ. په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال ددغه مدرسې له دولسم ټولګي فارغ شو. تر فراغت وروسته د ننګرهار په دارالمعلمین کې د عقایدو، منطق، پاړسو، پښتو، عربي، تفسیر او دینیاتو ښوونکی شو.
عتیقي له ۱۳۲۸ل کال راهیسې له مطبوعاتو او لیکنو سره اشنا شوی او ځينې مضامین یې په ننګرهار ورځپاڼه کې خپاره شوي دي.
دده د ژوند د وروستیو احوالو په اړه نور نه پوهیږو.
د نظم نمونې:
ښوونکي ته
د بشر د ژوند مثاله – لږ نژدې شه زما خوا له
چېرته وې له کومه راغلې – ما خبر کړه له احواله
زه د چورت په لوی توپان کې – سمندر کې بې مجاله
مایوسۍ کې مضطرب وم – چا راوویستم له ټاله
په ظلمت او په ذلت کې – پروت په خاورو کې بدحاله
لکه ړوند او کوڼ بې حسه – اړ محتاج وي چې امسا له
یا ماشوم جدا له موره – یا مرغۍ جدا له جاله
لوی زحمت و مشقت و
د غفلت لوی مصیبت و
نه مې ځان لید نه جهان هیڅ – نه ژوندون و نه کاروان هیڅ
جهالت کې وم ډوب شوی – نه مې پوهه نه عرفات هیڅ
حقیقت باندې پردې وې – نه بیان و نه عنوان هیڅ
په دردونو او رنځو کې – نه علاج و نه درمان هیڅ
زولنې وې د اوهامو – نه تصدیق و نه ایقان هیڅ
هوسونو کې ورک شوی – نه ساحل و نه امان هیڅ
د سمڅو تنګ ژوندون و – ترې وتی مې نه شو ځان هیڅ
په موسکا دې ځان عیان کړ
د ژوندون راز دې بیان کړ
چې په ځان باندې خبر شوم – بیا جهان ته په نظر شوم
کاڼي بوټي کیمیا شوي – ستا له فیضه بهرور شوم
ظلمتو د جهالت نه – رڼه سترګه د سحر شوم
چې عالم مې ټول تسخیر کړو – بیا له ځانه مرور شوم
اوس شرمېږم زه په زمکه – په چورتو کې د قمر شوم
د خپل ځان و استیصال ته – د اتوم په بمو سر شوم
نه پوهېږم چې بشر یم
دا په خیر یم که به شر یم
ای ښوونکی زما پلاره – رحم وکړه مددګاره
دا مې اوښکې دي د سترګو – یا سرې وینې له پرهاره
د عرفان ډيوه دې واخله – بیا روڼه کړه زما لاره
چې ارامه ژوندون وکړم – تل د پوهې له بهاره
د پښتون حال ته نظر کړه – د عرفان د بڼ مالیاره
جهان څه کړي او دوی څه کړي – ښې خبر کړه له احواله
چې ټول پوه او منور شي – ګټه واخلي ستا له زیاره
عتیقي بیا په تا ویاړي
نه به شور کړي نه به ژاړي
څو نکتې
نکته دان ته د ژوندون رموز معلوم شي
و بې مغزو ته به کله دا مفهوم شي
چې همت وي شجاعت او نارینتوب وي
د پولادو به لوی غرونه ورته موم شي
وچ سوکړک دې په خندا سره نبات کړه
د بد خوی د لاس حلوا راته سموم شي
انس، الفت ښايي انسان ته هم مېړانه
حقیقي انسانیت کله په نوم شي
حرکت کې برکت او رنج کې ګنج دی
کار کې ځکه رنګ صیقل د سپار او یوم شي
پوخ تدبیر د پخوا کار دی واړه څه کا
بې ثمره سات تېری د وړو اوم شي
اصلیت او د قبول ماده په کار ده
تربیت په نا اهلانو کې معدوم شي
(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۹۱۲-۹۱۵مخونه)
-------------
عطاء الله عطاء
عطا الله عطا د شهزاده خان زوی په خټه خروټی د ۱۹۱۱ع = ۱۲۹۰ل شاوخوا د روزګان ولایت په تناجوی سیمه کې زیږېدلی دی.
عطا لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه کې وکړې او په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال د نورو زده کړو لپاره حجاز ته لاړ. ده په عربي هېوادونو کې څوارلس کاله تېر کړل، چې په مصر، سوریې، فلسطین، ختیځ اوردن او ډېر وخت د عراق په موصل کې اوسېده. هلته یې د یحیی پاچا په مدرسه او په مدرسه نوابغه کې د تجوید، قرات، حدیث، د حدیثو اصول، فقه، د فقې اصول، تفاسیر او نور علوم ولوستل. او په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
عطا په عربي ژبه کې ښه مهارت لاره او ځينې شعرونه یې هم په کې ویلي دي، خو له پښتو سره یې فطري مینه وه، په مساپرۍ کې یې هم د هېواد اخبارونو او جریدو ته شعرونه رالېږل چې خپرېدل به. زیات شعرونه یې په طلوع افغان ورځپاڼه کې خپاره شوي دي.
دده د ژوند په اړه نور نه پوهیږو.
د کلام نمونې:
د مینې دنیا
کشکې تل د یار دیدار وای څه به ښه و
چې رقیب سوی په نار وای څه به ښه و
تل وصال مهر و خندا وای د ګل مخو
مه غماز مه تریخ ګفتار وای څه به ښه و
په جهان کې بې له مینې بل څه نه وای
تل د مینې تود بازار وای څه به ښه و
تل دردونه د میین په برخه مه وای
و هر چاو ته په وار وای څه به ښه و
درېغه درېغه په ژړا مې سترګې سرې شوې
چې اشنا پرې خبردار وای څه به ښه و
یاره تا په پردي ملک کې مبتلا کړم
یا کابل یا کندهار وای څه به ښه و
پښتو شعر درته وایم نه پوهېږې
ستا په ژبه مې اشعار وای څه به ښه و
لکه زما چې په تا مینه ستا پر ما وای
یو د بله سره جار وای څه به ښه و
له وګړو دې مخ پټ وای په پړوني
یو وماو ته اشکار وای څه به ښه و
ستا خبرې زما په زړه باندې مرهم وای
د بل چا په زړه انګار وای څه به ښه و
بس د ما تر نظر ګل وای د ګلابو
د بل چا تر نظر خار وای څه به ښه و
پس له مرګه دې په ما باندې سلام وی
دا منت دې په ما بار وای څه به ښه و
د عطا په زړه انبار انبار غمونه
کشکې تاو ته اوڅار وای څه به ښه و
+++
که هرڅو دي ښایسته په جهان ډېرې
خداږو ټولې مې ترتا پورې دې هېرې
دواړه سترګې مې نیولي ستا و لور ته
که ولاړ یم او که ناست که ځم په لېرې
چې له ورایه راښکاره شې مخ مې ژړ شي
زړه مې ریږدي پښې ایږدمه تېرې بېرې
که له دوک دې لپې لپې وینې قی کړم
لا یې هم ته په دروغو باندې شمېرې
چې د ځان او له جهان نه یې ورتېره
راته وایه له ما پرته بل دی چېرې
نن زما او ستا خبرې دي چې کیږي
د ادم او درخانۍ خبرې تېرې
سل عرضونه مې په زړه کې دي نګارې
په خوله یو درته ویای نه سم له وېرې
د عطا د زړه ازاره نه بېرېږې
دا چې کړې ورته خبرې تېرې تېرې
+++
لا تر څو به د جفا په سترګه ګورې
د وفا رانجه به کله کړې پرې پورې
ستا له غمه ستا له جوره له جفا نه
محبوبا دي د بیابان ونې نسکورې
له رقیبه سره ناسته یې مدامه
او له ما څخه نو لیرې لیرې ښورې
چې ما ووینې په بېرته بېرته کیږي
زما په لوري قدم نه ږدي په زړه تورې
د هرچا سره په ورین ورین تندې خاندې
په ما راسې نو شونډان کې پرله پورې
سم په لار کې دې دیدار ته تل ولاړ یم
بې پروا راباندې تېره شي له لورې
لکه سیوری په هر لوري درپسې یم
لا ترڅو به له ما لار وړې دورې دورې
ستا په لید پسې مې پرې د زړه رګونه
د زړه سرې ولې سم نه راته ګورې
ستا له غمه شپه او ورځ راباندې یوه شوه
خدای دپاره لږ نظر وکړه غمخورې
ستا په مینه کې رسوا لکه مجنون شوم
ټول جهان را خبر کئ پورې وورې
د بیلتون په تېره تېغ دې یم ټپلی
روملال ملهم پرې کېږده ای دکتورې
د زړه حال و تاته وایم شکر شونډې
ستا له غمه د زړګي وینې شوې تورې
ته چې تور پیکی ږمنځ سترګې کې تورې
د عطا په زړه کې بلې لمبې پورې
(اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۹۱۶-۹۱۹ مخونه)