"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۶)

ویشنه:د نومهالیو ادبیاتو تحلیلي څېړنه

لیکوال:-


      

   راټولوونکی:  دکتور محمد داود وفا 




                                                                                                                      د پښتو ادبیاتو تاریخ


                                                                                                                                       -۶ -

-----------------

یوه یادونه: 

د ادبیاتو تاریخ او تذکره لیکنه یو له بله ژورې اړیکي لري، خو تذکره لیکنه د ادبیاتو تاریخ نه دی او د ادبیاتو تاریخ تذکره نه شي کېدی؛ دلته چې د ادبیاتو د تاریخ تر عمومي عنوان لاندې څه خپریږي، د ادبیاتو د تاریخ یوه برخه ده، خو ټول لیکوال او شاعران او یا ددوی ټولو پېژندګلوي د ادبیاتو تاریخ برخه نه شي کېدی. 

د« وطن انېستېتیوت» د تګلارې له مخې سملاسې ټول هغه لیکوال او شاعران چې د معاصر ادبي تاریخ په ټولو پړاوونو او په تېره په دغه روان ويښتیا پړاو کې فعال وو، معرفي کیږي؛ خو په دوی کې ځينې یې د ادبي تاریخ منظمه برخه نه شي کېدی، بلکې کېدای شي، یوازې نومونه یې یاد شي، کله چې د معاصر ادب تاریخ دا هڅه په کتابي بڼه خپرېده، هلته به د ځينو یوازې نومونه ذکر شي او ځينې به مفصل معرفي شي او په لړ کې به یې ځينې ځانګړي بحثونه هم مطرح شي.  دلته سملاسې  دا هڅه په پام کې ده چې د لیکوالو او شاعرانو د ژوندانه ټولې پېښې او هڅې معرفي شي او له هېرې وژغورل شي... .

د تېر په دوام

----------------

 


                                                                                                                            عبدالله نورزی 


عبدالله نورزی د غلام نبي زوی په خټه نورزی، په ۱۸۸۵ع = ۱۲۶۴ل کال د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ په سورکۍ تیږې سیمه کې زیږېدلی و. دی د سپين بولدک په عبدالله مشهور و. شپېته کاله یې په شعرو شاعرۍ د ځوانانو او شوقیانو بنډارونه او مجلسونه ګرم ساتلي وو. عبدالله په موسیقۍ کې هم لاس درلود او په کندهار کې یې يوه ډله شاګردان لرل. 

عبدالله د خپلواکۍ په غزا کې هم برخه اخیستې وه او په داسې حال کې چې په خپله به یې هم ټوپک په غاړه و، په خپلو رزمي ترانو یې غازیان تشجیع کول. 

عبدالله ولسي شاعر و او د ولس ځوانه طبقه هم پرې ورټوله وه. ده د سپين بولدک په بازار کې دوکان کاوه. نوموړي په خپلو معاصرو شاعرانو کې عبدالسلام د کرز او حاجي ولي محمد مخلص ستایلي دي. 

دده شعرونه وطني سندرغاړو ویل او له کابل راډيو څخه یې هم څو سندرې خپرې شوې دي. 

دا ولسي شاعر په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال وفات شوی دی. 

           د خپل وطن دښت او غر 

د وطن ځوز مې تر بل ګلستان خوښ دی

تر پردۍ ماڼۍ مې غر د افغان خوښ دی 

خان و بیګ مې د بل ځای څه په کار نه دی 

زما د خپل وطن شپانه او ګوروان خوښ دی 

مدام پروت وي په کيږدۍ کې مېږې پيايي 

تر کشمیر یې خپل وطن او دامان خوښ دی 

د پټي په سر مدام بې غمه ګرځي 

د بل چا تر بنګلو یې بیابان خوښ دی 

د پردي وطن سړی که ډېر عالم وي

زما د خپل وطن سپینږیری او ځوان خوښ دی 

دښت و غر د خپل وطن راته ګلزار دی 

د شیلې ګوال مې تر باغ د خاقان خوښ دی 

عبدالله یم زما کور دی په سرحد کې 

خپل وطن مې تر دا ټوله جهان خوښ دی

 

                       ولسي غزل 

شمعه افسوس کوي عجبه صراحي وخندل 

خېژي اواز د بلبل 

لیلا چمن لره ځي – ګل و ګلشن لره ځي 

سترګې یې تورې خرامانه ځي په سیل د ګل 

خېژي اواز د بلبل 

مخ دې عجبه رنګین – شمس و قمر په جبین 

خال دې د ورځو په محراب کې تورې زلفې سنبل 

خېژي اواز د بلبل 

زه سوم رسوا په بازار – زړه مې بې صبر و ترار 

طبیبه راسه خبر واخله په عذاب یمه تل 

خيژي اواز د بلبل 

زه عبدالله نثار یم – په تاپسې بیمار یم 

شعر مې جاري سو همېشه به جوړومه غزل 

خېژي اواز د بلبل 

(اوسني لیکوال، ۲ټ، ۹۲۰- ۹۲۲مخونه)

--------------



                                                                                                                                          امان الله عندلیب


امان الله عندلیب د عبدالودود صاحبزاده زوی په ۱۹۲۹ع = ۱۳۰۸ل کال د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په فقیر صاحب کلي کې زیږېدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې په خصوصي توګه وکړې، او بیا د اخوند کلي په رسمي ښوونځي کې شامل شو، تر شپږ کاله زده کړې وروسته یې د کورنیو ستونزو له امله زده کړې پرېښودې او له خپل پلار نه یې د یني او یوناني طبي زده کړو درس پیل کړ. په دیني زده کړو کې یې فقه تر هدایې پورې ولوستل او اورودو ژبه یې هم زده کړه. له انګلیسي ژبې سره یې هم لږو ډېره اشنايي ومونده. بیا یې په تخنیکي زده کړو پیل وکړ او د راډيو جوړونې کار ته یې مخه کړه، چې مهارت یې په کې وموند. ددې لپاره یې په جلال اباد کې یو دوکان پرانېست او راډيو جوړوونه یې کوله. 

عندلیب له دې ټولو چارو سره سره د پښتو ژبې شاعر و او په ننګرهار ورځپاڼه کې به یې شعرونه خپرول. 

ده له رسمي دندې سره مینه نه لرله او یوازې یې د خپل راډيو جوړوونې په ورکشاپ کې کار کاوه، په دې لړ کې یې ګڼ شاګردان وروزل، چې دده د راډيو ورکشاپ آن تر ۲۰۰۸= ۱۳۸۹ل کال پورې په ننګرهار کې فعال و. 

عندلیب غالبا په ۲۰۰۳ع = ۱۳۸۲ل کال په جلال اباد کې وفات او په په خپله پلرنۍ سیمه کامه کې خاورو ته سپارل شوی دی. 

د عندلیب د کلام نمونې: 

ژړېدم 

چې جدا شومه له یاره ژړېدم – له تمام عالم کناره ژړېدم 

بله شپه مې اشنا ولیده په خوب کې – دده غیږ کې په قراره ژړېدم 

په خوږو خبرو ما سره همراز و – زه یې د هر یوه ګفتاره ژړېدم

لکه شمعه په مزار د شهیدانو – سوزېدم او تر سهاره ژړېدم 

یو ناڅاپه په یو باغ کې رانه ورک شو – په سرو سترګو د ګلزاره ژړېدم 

لور په لور مې منډې ډېرې پسې وکړې – د بیلتون ظالم له کاره ژړېدم 

چې راويښ شومه وطن راته سور اور و- درسته ورځې په بیداره ژړېدم 

د مجنون په شان د تللي یار پسې تلم – غمزده په ټوله لاره ژړېدم 

عندلیب له خپله بخته ګیله من وم 

زه له خپل نصیبه خواره ژړېدم 

+++

لټوم 

په ړندو سترګو د زړه لار لټوم 

دا څه عجب او مشکل کار لټوم 

سترګې مې پټې دي څه نه ګورمه 

ځکه په توره شپه سهار لټوم 

د عطرو بوی راباندې لګي خو زه 

د عطاري په ځای ټټار لټوم 

خوند یې په خوله معلومولی نه شم 

زه د نارنج په ځای انار لټوم 

خلک وايي ګټې دي د ګټو لاندې 

زه یې په سوړه کې د مار لټوم 

ای عندليبه چې علاج دې وکړي 

ځم تا له دغه رنګ هوښیار لټوم 

+++

د اشنا کاته 

اشنا چې د اشنا سترګو ته مړاوي وکتل 

لاسونه کایناتو پې د څېلمې پړقول 

په تش نظر کې تللی روح کالبوت لره رادرومي 

لا نن یې پټ په شونډو کې موسکي موسکي خندل 

په ناز او نزاکت کوي د زړونو سره لوبې 

یوه سترګه لیده وي تمام عمر کړېدل 

محفل ته د ورتللو اجازه چا سره نه شته 

ترڅو چې تکلیفونه د هجران یې ومنل 

هیڅ نه شته عندلیب سره ددې څيرې ګرېوان 

یو ګړۍ د یار له څنګه لیرې اوسېدل 

( اوسني لیکوال، ۲ټ، ۹۲۶- ۹۲۸مخونه/ د لیکوال یادښتونه)

----------



                                                                                                                                                               عبدالله غمخور 



عبدالله غمخور د حاجي عبدالودود زوی په خټه سالارزی پښتون په ۱۹۲۴ع = ۱۳۰۳ل کال د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ بارګام سیمه کې زیږېدلی دی. 

زده کړې یې په خصوصي توګه د خپلې سیمې له دیني عالمانو کړي. اوپه زلمینۍ کې یې د پښتونستان د ازادۍ لپاره مبارزه پيل کړې. په ۱۹۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال د پښتو ټولنې د ادبیاتو د څانګې مدیر شو او یو کال وروسته په افغانستان راډيو کې د پښتونستان د پروګرام چلوونکی شو. دا دنده یې تر ۱۹۶۹ع= ۱۳۴۸ل کال پورې ترسره کړه. بیا د ننګرهار ورځپاڼې مدیر شو او څه وخت وروسته د ننګرهار د قبایلو لوی مدیر شو. په ۱۹۷۶ع = ۱۳۵۵ل کال د اسمار د خلکو له خوا د لویې جرګې غړی وټاکل شو او رسمي دنده یې پرېښوده. 

په افغانستان باندې د روسانو تر یرغل وروسته پېښور ته بې ځایه شو او د افغان مجاهدینو په لیکو کې یې په ازاد ډول فرهنګي مبارزه کوله. د روسانو د تیرې په مقابل کې یې څو ځل له خپلو ملګرو سره په مخامخ جګړو کې هم برخه اخیستې ده. 

په پېښور کې دی د صبغت الله مجددي په تنظیم د افغانستان د ملي نجات جبهه کې سلاکار او د اجراییه شورا غړی و. کله چې تنظیمونو پر کابل ورودانګل، غمخور په پېښور کې ازاد سیاسي او فرهنګي فعالیت کاوه. څه وخت وروسته د روښانفکرو د یوې ډلې له خوا په ګډه د افغانستان تفاهم شورا په نامه یو ټولنه پرانېستل شوه، چې عبدالله غمخور یې هم د څه وخت لپاره دوره يي مشر و. 

عبدالله غمخور وطنپرست شاعر و، چې د وطن او ولس لپاره او د افغانستان د ملي وحدت د تامین لپاره یې ګڼ شعرونه ویلي دي. په افغانستان کې دننه او د بې ځایه کېدو په وخت د غمخور شعرونه او لیکنې په ګڼو خپرونو کې خپرې شوې دي. د غمخور شعرونه ځينو سندرغاړو هم ویلي دي. 

اورېدلي مو دي چې، یو وخت موسی شفیق د افغانستان صدراعظم یا د بهرنیو چارو وزیر و، دی یې لیدلو ته ورغی، خو له هڅو سره سره یې ونه کتی شو، نو یې دا لاندې شعر ورته ولیکه او په دفتر کې یې ورته پرېښود: 

ډېر راباندې ګران یې خو اوس ستا لیدل ګران شوي دي

یاره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي

***

ته د ژمي لمر شوې په اسانه ښکاره کیږې نه

سترګو ته نظر شوې خو په سترګو لیدل کیږې نه

ستړې شولې خولې په تپوسونو پېدا کیږې نه

سحر دی جادو دی که ټوټکې درباندې شوي دي

***

ته له ښاره ووتې له نرخه چې ونه وځې

دا ګوره سراب دی فکر وکړه چه تېر نه وځې

شپه ده تروږمۍ ده تیندکونه دي پرې نه وځې

زلفې د خوبانو دې د غاړې کمند شوي دي

***

ته د آسمان ستوری شوې آسمان ته رسیده ګران دي

ته د هما سوری شوې ستا لاندې ودرېده ګران دي

ته یو داسې خوب شوې چه تعبیر یې اوس کېده ګران دي

ځکه مې دوه سترګې د کتو نه څلور شوي دي

***

ته د حاسدانو له حسده پروا مه کوه

سترګه د سبا شه نوره ترهه له چا مه کوه

هم د نظربازو له نظره سودا مه کوه

تاته سپیلني په خروارونو لوګی شوي دي

***

زه د زړو سترګو خوږې مینې پوروړی یم

ستا د محبت د لوی دریاب یو نیزوړی یم

ډوب په تصور کښې دې خبرې ته سوچ وړی یم

ما خو لږ خبر کړه چه دا څه راز کانې شوي دي

یاره مهربانه چې دا څه درباندې شوي دي

***

موسی شفیق چې له کارونو وزګار شو، نو یې په مېز دا شعر وکوت؛ غمخور خو نه و، خو سملاسې یې دا شعر کابل راډيو ته ولېږه او هلته سندرغاړې قمرګلې کمپوز او سندره کړ، چې د ځينو په وینا په هماغه شپه خپور شو. 

غمخور د ۲۰۱۰م ع کال د جنورۍ په ۱۴مه = ۱۳۸۸ل د مرغومي په۲۴مه نېټه د پېښور په رحمان روغتون کې د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه او جنازه یې د کونړ د بارګام په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

اثار 

۱.لویه هنګامه 

۲.یادونه 

۳.زخمي زړه 

۴.د ازادۍ غوغا 

۵.د تورې په مخ 

۶.د کابل اوښکې 

۷.د غمخور کلیات 

۸.د ضمیر اواز

پورته ټول اثار په پېښور کې چاپ شوي دي.

د نظم او نثر نمونې: 

د قام دپاره 

زلمي هغه دي چې بېړه د نام و ننګ واخلي 

د قام دپاره 

مېړه هغه دی چې په سر ګوزار د جنګ واخلي 

د قام دپاره 

خاني هغه ده چې لوېدلی نوم د قام پورته کړي 

ځواني هغه ده چې د خپلو وینو جام پورته کړي 

سرومال خاورې کړي خو خاورې د خپل بام پورته کړي 

د قربانۍ سبق د مینې له پتنګ واخلي 

د قام دپاره 

هستي هغه ده چې نیستي له خپل وطن کړي ورکه 

مستي هغه ده چې پستي له خپل وطن کړي ورکه 

زړونه کړي ښاد، پرېشاني د باغ و بڼ کړي ورکه 

د نوي ژوند  تقاضو نه نوی رنګ واخلي 

د قام دپاره 

همت هغه چې استقبال یې تقدیرونه کوي 

عزت هغه چې لوی واړه پرې تل فخرونه کوي 

راحت بدل کړي په زحمت د قام فکرونه کوي 

د ژوند رباب کاندې په سر ملي اهنګ واخلي 

د قام دپاره 

جونه هغه چې شجاعت د جمیلې ولري 

ځوانان هغه چې د یوسف د ننګ جذبې ولري 

په زړه کې سوز او د غیرت بلې لمبې ولري 

د خپلواکۍ په لار کې توره په غورځنګ واخلي 

د قام دپاره 

مشر هغه چې د تدبیر په دام عنقا ونیسي 

کشر هغه چې په همت مخ د قضا ونیسي 

په زور د فکر او عمل هره بلا ونیسي 

په خپل همت نجات د خولې نه د پتنګ واخلي 

د قام دپاره 

++++

د پښتونستان مظلومه 

دا زړونه له کاڼو نه جوړ شوي رحم نه لري 

درد او عاطفه هیڅ په کې نه شته زخم نه لري 

وینې څکي د خوارو غریبانو فهم نه لري 

بې د ځان له غمه د بل چا درد و غم نه لري 

مه کوئ پروا که پیمالیږي مال او سر د چا 

مه ژاړه مظلومه ژړا نه کوي اثر د چا 

 

اوښکې تویول او فریادونه دې عبث وینم 

زه په سرو لمبو کې ستا وجود لکه یو خس وینم 

ته صید حرم یې خو صیاد دې بوالهوس وینم 

آه عمري قید یې زه خو ستا خیالي قفس وینم 

څه له راغوړیږي ای بوله په در او ور د چا 

مه ژاړه مظلومه ژړانه کوي اثر د چا 

 

نوم د عاطفې د لته راغلی  وجود نه لري 

تل د خواخوږۍ شمعې بلیږي خو دود نه لري 

ډېر دي لباسونه د خبرو خو سود نه لري 

ډېر دي دماغونه خو منظور د بهبود نه لري 

دا په زرو پټ او دا همېش خاورې په سر د چا 

مه ژاړه مظلومه ژړا نه کوي اثر د چا 

 

دلته د مبلغ د مبلغ نه زیات قدرونه دي 

حق ته د چا سترګې او د چا کله فکرونه دي 

جوړ په حاکمانو د سرو سپینو بارانونه دي 

ستا له سپينو اوښکو یې جوړ کړي سپین هارونه دي 

نه کړي دلسوزي څوک په پسر او په پدر د چا 

مه ژړا مظلومه ژړا نه کوي اثر د چا 

 

دلته د قانون په مقابل کې قوتونه شته 

جبر تشدد او سر بالا شخصیتونه شته 

لویې واسطې او سلسلې او پیوندونه شته 

سترګې پټول او خاموشي او نیرنګونه شته 

نه دې عرض قبلیږي او نه اخلي څوک خبر د چا 

مه ژاړه مظلومه ژړا نه کوي اثر د چا 

 

دا فضا بدبخته همېشه غریو نیولې ده 

دا پري کمبخته تل بې رحمه دیو نیولې ده 

دا د غمه ډکه افسانه هر چا کتلې ده 

دا د اوښکو ډکه پیمانه هر چا لیدلې ده 

عیش عشرت د چا دی او پیسې مال و دفتر د چا 

مه ژاړه مظلومه ژړا نه کوي اثر د چا 

 

ته یې یو موجود څه د فلک د غشي نښه یې 

تل په دې دنیا کې د ظالم د لقمې غوښه یې 

ستا نصیبه نه شته ته د نورو حصه برخه یې 

دغه دې ژوندون دی که پرې خوښ یې که ناخوښه یې 

نه لري قیمت د سرو چشمانو سره ګوهر د چا 

مه ژاړه مظلومه ژړا نه کوي اثر د چا

 

د پښتونستان ورځ 

د سنبلې نهمه ورځ د پښتونستان د ملت په نزد یو خاص اهمیت لري. دا ورځ د پښتونستانیانو په زړونو کې د غم او ښادۍ ولولې، په دماغونو کې د نوي ژوند د انقلاب غوغا او په سترګو کې یې د خوښۍ او ویر ګډې اوښکې یو شان په څپو راولي. ددې ورځې لمن د خاصو تاثرانو نه ډکه ده. په عین خفګان کې یو قسم خوشالي او په خوشالۍ کې یو ډول درد، خوږد درد د کیفیت نه ډک درد ورسره ملګری دی. دا خوشاله غم او غمجنه خوشالي پښتونستانیانو ته په دې ورځ کې ځکه پیدا کیږي، چې دغه ولس ته په ښکاره ډول د مرګ او ژوند لوی سوال لکه د غر په مخکې څرګند ولاړ دی. یو خواته یو داسې خونړی سیلاب ددوی د هېواد او قومي موجودیت د منځه وړلو دپاره په څپو او غورځنګونو روان دی، چې هغه د باچا خان خبره، که پښتونستانیان ويښ نه شول او د مال او سر په ښندنه کې یې ددې سیلاب مخه ونه نیوله، نو هرڅه به یې یو ځل لاهو کاندې. عزت، پښتو، پښتونولي او قومیت به یې واړه د خاورو لاندې شي او بیا به یې څوک نوم هم په خوله نه اخلي. 

دا اندېښنه ده چې پښتني زړونه، پښتني دماغونه او خواهشات د مرګ د هیولا او خپسې په پنجه کې د فشار لاندې دي او ځکه له دې غمه چا له خوب نه ورځي. ولې بل پلو د پښتونستان د ازادۍ په جهاد کې د پښتونستانیانو ثبات په مال، اولاد او ټول موجودیت د قربانۍ ورکولو افتخار، ددوی په زړونو کې دا احساس او تسل پیدا کوي، چې د ازادۍ د قربانۍ حصول وي. څرنګه چې زمونږ پلرونو او نیکونو د خپلو قربانیو په زور خپله خپلواکي ساتلې وه او د چا غلامي یې په ځان نه وه منلې، نو مونږ به څرنګه د خپلې ازادۍ نه څوک محروم کاندې؟ او څرنګه به د غلامۍ ذلیل جغ ته غاړه کېږدو؟ 

پښتونستان زمونږ میراثي کور دی، ددې کور واک او اختیار زمونږ حق دی. ددې کور باداري او مشري به مونږ کوو، که څه هم د سرونو په قیمت راته تمامه شي. 

ددې دواړو خاطرو د جمع کېدو ځای د سنبلې نهمه ورځ ده. په دې ورځ د ازادۍ د ناوې مینان، د ازاد پښتونستان نماینده ګان راټول شول، د پښتونوالې او افغانیت د تاريخي او لرغوني مرکز افغانستان په پایتخت کابل کې یې په ۱۳۲۸ کال د سبنلې په نهمه ورځ د خپل پوره یووالي او اتحاد قرارداد لاسلیک کړ او اعلامیه یې ټولې دنیا ته خپره شوه. د هغې ورځې نه راپدېخوا دا ورځ یوه لویه نېکمرغه ورځ وګڼل شوه او هرکال شل میلیونه خلک د زړونو په احترام او د لاسونو په سلام ددې تاریخي ورځې قدر او نمانځنه کوي. 

په دې نېټه کې د پښتونستان په خاوره د استعمار سره  د پښتونستان د ملت د مجادلې او ایماندارانه مقابلې تړون لاسلیک شوی دی. دا ورځ د پښتونستان د ملت په تاریخ کې ډېر لوړ مقام لري. په دې ورځ د ټولو پښتونستانیانو له خوا د خپل روښانه مستقبل د جوړولو د تاداو تیږه ايښودل شوې ده او د خپلواکۍ په نامه د پښتني موجودیت سور بیرغ پورته شوی دی، له هغې ورځې نه تردې وخته پورې ددې مجاهد ولس نرو ښځو او ماشومانو د هیڅ ډول قربانۍ نه څنګ نه دی کړی او د خپلې ارزو د کعبې نه د پتنګانو په څېر طوافونه کوي، که څه هم استعمار په دې موده کې د پښتونستانیانو ددغې پاکې جذبې د وژلو په غرض له هیڅ راز اقداماتو نه لاس نه دی نیولی، ولې ددې ټولو فشارونو او ناکردو سره ددغه ننګیالي ولس د ملي مقاومت اراده لاپسې پخه شوې ده او د یوې ورځې نه بلې ورځې ته دا نهضت مخ په زیاتېدو ور روان دی. د «چارسدې» قتل عام، د «ملا کیږدر» واقعه، د « ام دربند» خونړی یرغل، د باجوړ خونین واقعات او نورې داسې بې شمېره زړه دردوونکي پېښې چې په دې ملت باندې راغلي دي، دا ټول هغه حقایق دي، چې د خپلواکۍ په لار کې د پښتونستان د ملت د قربانیو شواهد بلل شي، چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی، د زور ګیرو او زیاتي خورو په تورو زندانونو کې چې په زرهاوو ننګیالیو مجاهدینو په کلونه کلونه د مرګ سختې خوارۍ او زحمتونه وګالل او ګالي یې، په لاسو پښو کې یې د زولنو او هتکړو داغونه پیدا شول، داد څه د پاره؟ د پښتونستان د ازادۍ دپاره، د وطن شهید قاضي عطاالله خان او نور ډېرو خدايي خدمتګارو د زندان تورو کوټو کې د څه دپاره ساه ورکړه؟ 

د پښتونستان لوی زعیم باچا خان شپه ورځ ولې په ځان یوه کړې ده او د چا په غم کې ناست ولاړ ځانګي؟ د پښتو، پښتونولۍ او پښتو غم کې.

د جنوبي پښتونستان د ملي مشر خان عبدالصمد خان دومره هلې ځلې د چا دپاره دي؟ 

د پښتونستان د ناموس ساتلو دپاره. 

که استعمارچیان هرڅه وکاندې او یوه نېزه نمر نورهم په پښتونستانیانو راښکته کړي، ولې د پښتون نه د پښتو، پښتونولۍ غیرت نه شي هېرولی او نه دا د حق ادعا له منځه وړای شي. 

د پښتونستان ملت هیڅکله دا نه شي کولای، چې د خپلو زعیمانو حکیمانه لارښوونې، د خپل ژوبل احساس څړیکي، د زخمي غیرت غورځنګونه، د بې پلاره بې موره ماشومانو سوران، د کونډو د بې ارزۍ اوښکې، د قومي سوو جونګړو شنې لوخړې، یوه ګړۍ د زړه او سترګو نه وباسي. د پښتونستان ولس د استعمار په مقابل کې دې فیصلې ته رسېدلی دی، چې: 

یا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړو

یا به کړو د پښتنو کوڅې ویجاړې

زمونږ باور دی، چې په ننګ شریک ټول پښتانه به ددې شریکې حیا د ګټلو دپاره یو تربله سره لاسونه ورکړي او ددې تاریخي مسوولیت د لیرې کولو په غرض به هرڅوک خپل پښتني فرض ادا کړي. او د پښتونستان د ورځې نیمه خوشالي به په پوره خوشالۍ بدله کاندې. 

ژوندی دې وي پښتونستان او کامیاب دې وي د پښتونستان ملت!!

(اوسني لیکوال، ۲ ټ، ۹۵۱-۹۶۱مخونه/ تاند، ولي الله ملکزی/ دعوت میډيا۴۲، عبدالعزیزنایبي/ د لیکوال یادښتونه)

------------



                                                                                                                                                            لعل محمد غریب 



لعل محمد غریب د حاجي داد محمد زوی په خټه لودین په ۱۹۱۳ع = ۱۲۹۱ل کال د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې زیږیدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په د کندهار په ګنج ښوونځي کې وکړې، بیا په سقوي دور کې له زده کړو محروم شو، خو ده له دیني علماوو زده کړې پیل کړې، تر ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل پورې یې صرف، نحوه، منطق، تفاسیر، احادیث، فقه او عقاید ولوستل. 

په همدې کال د کندهار په شالیمار ښوونځي کې ښوونکی وټاکل شو. یو کال وروسته د کابل دارالمعلمین ته لاړ او د ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال په اخر کې بېرته کندهار ته ولېږل شو او یو نیم کال بېرته په هماغه شالیمار ښوونځي کې د سرمعلم په توګه وټاکل شو. تر دې وروسته په احمدشاهي ښوونځي کې سرښوونکی وټاکل شو. له دې سره یې د کندهار هغو دولتي مامورینو ته د پښتو ژبې تدریس هم کاوه چې پښتو یې زده نه وه. 

په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د کندهار په پوهنې کې د مفتش په حیث موظف شو، تر ۱۹۴۹ع= ۱۳۲۸ل کال پورې یې دا دنده ترسره کړه. بېرته د مېرویس لېسې سرښوونکی شو. په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال یې دا دنده پرېښوده او د مطبوعاتو ریاست ته لاړ. هلته په ګرېشګ کې د نیمروز اخبال مسوول مدیر وټاکل شو. بیا چې د مطبوعاتو او اخبار مدیریتونه سره یوځای شول، نو دی په کې د مطبوعاتو مرستیال مقرر شو. تر ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل پورې یې هلته کار وکړ او د همدې کال په پای کې د کندهار د دولتي مطبعې مدیر شو، چې دا دنده یې تر ۱۹۶۷ع = ۱۳۴۶ل پورې روانه وه. دده ژوند په اړه وروسته په څه نه پوهیږو. 

غریب شاعري هم کوله او لیکوالي هم. دده لیکنې او ژباړې په طلوع افغان ورځپاڼه کې پرله پسې خپرې شوې دي. 

هغه اثار چې په اخبارونو کې پرله پسې خپاره شوي او د رسالو او کتابونو په اندازه دي، دادي: 

۱.علم النفس ته یوه کتنه 

۲.فکر 

۳.جوهر او عرض 

۴.عصبي نظام 

۵.د منطق ځينې اصطلاحات 

۶.د عروضو علم 

۷.علت او معلول

د نظم او نثر نمونې: 

خناس 

که دې زړه سو په وسواس 

دا وسواس دی د خناس 

له خناسه لیرې ګرځه 

من الجنة والناس 

له خناسه په نفرت سه 

چې دده دی بد اساس

که وی عقل دې په سر کې 

له خناسه واخله لاس 

دا خناس په تا چښي 

په یو چم د زهرو تاس 

خناس تل تېروي تاته 

د بدۍ د سمند اس 

راسه ګوره مغرور مه سه 

هیڅ دده په التماس 

که عاقل یې غلط مه سه 

د خناس په کوز او پاس

د غریب دغه ویل دي 

د خناس دی بد احساس

ورېځ 

زه له هغه سینده راغلې یمه چې پر ټوله نړۍ راچاپېر شوی او د رحمت په نوم یادیږي. 

کاینات زما سره مینه لري او له لویه خدایه مې په دعاوو کې غواړي. 

د فیاضۍ غوره نمونه او د نثارۍ لومړی ښوونکی یمه. 

په سخاوت کې مې ساری نه مونده کیږي، د شاعرانو، فاضلانو د مجلس مالګه او ددوی د خولو ورد یمه. 

تک سپین بشر لکه شیدې او روڼ خوا پاکي ذهن څښتن راکړی دی. 

له اوښکو جوړه شوې یمه؛ لوی څښتن د سلیمان غوندې تخت راکړی دی، چې تل په هوا ګرځمه او د مهربانې مور په څېر پر کاینانو کړېږمه، سیوری پر کوم. 

د زهیرو زړونو، نړېدلو هدیرو، وچو دښتو سره اوښکې تویومه او په خپلو اوښکو یې ټپي زړونه ورپرې مینځمه او دواورې پنبه پر پټۍ کومه. 

زما ټټر له تکو سپینو بحري مرغلرو څخه ډک دی، چې هره یوه یې په یوه سره بتکۍ ارزي. 

هرکله چې د تنګي ګلونو ژيړې او وچې شونډې، لغړې ونې، د بېوزلو اسکیرلو انسانانو وازې خولې ووینمه نو د زړه له جوشه مې سرې سرې لمبې تر خوله ووځي، ځان ټکوهم او دغه مرغلرې پر تویې کمه. لمنې یې ورډکې کمه؛ نو کټ کټ وخاندم او تر تېره سمه.

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۰۰۹-۱۰۱۰مخونه)

-------------



                                                                                                                                                غلام حضرت روغمن 


غلام حضرت روغمن د فقیرمحمد خان زوی د حاجي عبدالهادي خان لمسی په خټه زاخېل مومند په ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل کال د ننګرهار د کوزکونړ( ښېوې) ولسوالۍ په یاسین بابا کلي کې زیږېدلی دی. 

په اته کلنۍ کې د کوزکونړ د جمالي(سید جمال الدین افغان) په لومړني ښوونځي کې شامل او تر لومړنیو زده کړو وروسته په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال د کابل په ابن سینا ښوونځي کې زده کړو ته کېناست؛ تر یوولسم ټولګي یې دا لېسه ولوسته او دولسم ټولګی یې په کابل دارالمعلمین کې ولوست او فارغ شو. دوه کاله وروسته د کوزکونړ په جمالي (سیدجمال الدین افغان) ښوونځي کې ښوونکی شو. په ۱۹۵۹ع= ۱۳۳۸ل کال په ننګرهار دارالمعلمین کې استاد شو. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د ننګرهار په پوهنې ریاست کې پلټونکی وټاکل شو. په ۱۹۶۴ع= ۱۳۴۳ل کال د کونړ د پوهنې لوی مدیریت( اوس ریاست) مرستیال مقرر شو. په ۱۹۷۴ع = ۱۳۵۳ل کال د روزګان ولایت د پوهنې لوی مدیر شو. یو کال وروسته د نیمروز ولایت د پوهنې لوی مدیر وټاکل شو. په ۱۹۷۸ع = ۱۳۵۷ل کال د پوهنې وزارت د تالیف او ترجمې په ریاست کې د علمي او مسلکي غړي په توګه ومنل شو. په دغه ریاست کې یې د ۱۷کلن خدمت په موده کې ۱۱۳ټوکه بېلابېل درسي پښتو کتابونه تالیف، تدوین او تصحیح کړي دي. په ۱۹۹۵ع = ۱۳۷۴ل کال یې په خپله خوښه تقاعد واخیست او کورناستی شو. په ۱۰۰۲ع = ۱۳۸۱ل کال د ښېوې ولسوالۍ د خلکو له خوا بېړنۍ لويې جرګې ته د استازي په توګه وټاکل شو. 

روغمن په ۲۰۰۷-۵-۱۶ع= ۱۳۸۶-۲-۲۶ل نېټه په جلال اباد کې وفات او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. 

د روغمن لومړی تخلص ناروغ و، چې ځينې شعرونه او نثرونه یې په همدې تخلص په هېواد، زېري او ننګرهار ورځپاڼو او جریدو کې خپاره شوي دي. په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال یې د پوهاند رشتین په مشوره روغمن تخلص غوره کړ. ده د پښتو ډرامو او تراژیدي پارټونو په لیکلو کې هم ښه استعداد لاره. 

اثار 

پر ګڼو درسي کتابونو سربېره د روغمن ځانګړي اثار دادي:

۱.روغمن ارمانونه (شعري ټولګه)       

۲.د ماشوم ګلونه ( ماشومانو ته ویل شوي شعرونه)

۳.تنکۍ هیلې ( د پښتو نهو تنو شاعرانو د شعرونو روزنیزه ټولګه، له محمد عثمان نژند سره په ګډه.)

۴.د لمر ترانې ( د څلورو شاعرانو ګډه شعري ټولګه)

۵.نړۍ والې سولې ته لویه لار( شعري ټولګه)

۶.د ماشوم د ژوند لار ( روزنیزه نثري ټولګه)

۷.د ښوونیزو او روزنیزو مقالو نثري ټولګه

د نظم نمونې: 

شاعر 

د شاعر زړه له ډېرو ګڼو ارمانونو ډک دی 

جهان یې ګوره په جهان کې له غمونو ډک دی 

که اباسین په مد او جذر کې نظر جلبوي 

خو د شاعر زړه دې نه زیات لا د موجونو ډک دی 

خزان راغلی، سیلۍ وړې ده، ښکلا د ګلو 

خو د شاعر د خیال ګلشن د سرو ګلونو ډک دی 

داسې ماهر عکاس به چېرې چا لیدلی نه وي 

په عکاسۍ سترګو یې خیال له تصویرونو ډک دی 

دلته عجیبه یو دفتر د هر شاعر سره شته 

چې د دنیا د غم ښادیو له ثبتونو ډک دی 

که څوک لاسونه سره کوي، رنګ د نکریزو لري 

کنډول د زړه یې حقیقت کې له سرو وینو ډک دی

کله حاکم کله محکوم کله قاتل شي د ځان 

د شاعر زړه دی چې د حق له دفترونو ډک دی 

دا استعداد د طبیعت دی چې شاعر تی ورکړ 

بهبود د قام لره یې زړه د الهامونو ډک دی

خو زه روغمن هم ترجمان ورته د قام وایمه 

د قام په هکله یې زړه خود له امېدونو ډک دی 

+++

غزل 

زما په ناسته او ولاړه که خندا کوي څه 

خاندې دي، مینې محبت پورې پروا کوي څه 

یاره که ته د محبت قانون ته وکړې نظر 

ته ګوره ماته خلک سمه که خطا کوي څه 

بې ستا له حسنه ښکلا نه شته دی زما په نظر 

که صفتونه شاعران د ګل رښتیا کوي څه 

ناصحه ما د محبت کیفیت موندلی دی اوس 

لار دې وهه اشنا وفا او که جفا کوي څه 

ناروغه ګوره چې روغمن شولې د مینې په کیف 

بې له دې کیفه طبیبان که دې دوا کوي څه 

(اوسني لیکوال،۳ټ، ۱۰۱۱- ۱۰۱۲مخونه/ پښتو ویکیپيډیا/ د لیکوال یادښتونه)

-----------



                                                                                                                                                   غلام دستګیر ړنګ 


غلام دستګیر ړنګ د محمد سرورخان زوی په خټه ابراهیم خېل خوږیاڼی، په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په کږه کې زیږېدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې د کږې په لومړني ښوونځي کې وکړې او په ۱۹۳۹ع= ۱۳۱۸ل کال د کابل په اساسي دارالمعلمین کې شامل شو. په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال یې د بکلوریا شهادت نامه واخیسته او په همغه دارالمعلمین کې د ښوونکي په حیث وټاکل شو. 

په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال په ننګرهار لېسه کې لومړی سرښوونکی او بیا د هغې لېسې مدیر شو. شپږکاله هلته و، بیا په ۱۹۵۷ع= ۱۳۳۶ل کال د ننګرهار د پوهنې لوی مدیر وټاکل شو. یو کال وروسته په اوړي کې پکتیا ولایت ته د پوهنې د لوی مدیر په توګه تبدیل شو. هلته یې د ښه خدمت له امله د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه له خوا د پوهنې مډال واخیست. 

په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال د کابل د ابن سینا لېسې مدیر شو، په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د ښوونې او روزنې په موسسه کې د ساینس څانګې د کونټر پارټ په حیث وټاکل شو. 

په ۱۹۶۳ع = ۱۳۴۲ل کال په جاپان کې د ریاضیاتو نړۍ والې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب ورغی، چې دده له خوا د ریاضیاتو لپاره جوړ شوی نصاب د اسیايي هېوادونو لپاره ومنل شو. 

په ۱۹۶۴ع = ۱۳۴۳ل کال د بیروت امریکايي پوهنتون ته د نورو زده کړو لپاره ولېږل شو. ده هلته په ریاضیاتو کې زده کړې پیل کړې، خو د افغانستان په اساسي قانون د نیوکې له وجې د وخت صدراعظم ډاکټر محمد یوسف بېرته هېواد ته راوغوښت.

په ۱۹۷۰ع = ۱۳۴۹ل کال یو ځل بیا د زده کړو لپاره امریکا ته لاړ او د ریاضیاتو او فېزیک په څانګه کې یې لوړې زده کړې پيل کړې، له فریدونیا پوهنځي نه یې ماسټري واخیسته. دغه وخت د ریاضیاتو نړۍ وال کنفرانس ته - چې په جرمني کې جوړ شوی و- وبلل شو، چې بېرته هېواد ته راوغوښتل شو او د دکتورا تیاره دفاع ترې پاتې شوه. 

په ۱۹۷۷ع = ۱۳۵۶ل کال د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي استاد وټاکل وشو. 

په ۱۹۹۹ع = ۱۳۷۸ل کال پېښور ته کډوال شو، هلته په پيل کې د سید جمال الدین افغان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال او بیا د افغان پوهنتون د ریاضیاتو استاد وټاکل شو، کله چې افغان پوهنتون پکتیا ته ولېږدېد، ړنګ په پېښور کې پاتې شو. 

په ۲۰۰۴ع = ۱۳۸۳ل کال یې د سترګو عملیات ناکام ترسره شول، چې دی یې له دید نه محروم کړ.  

ړنګ پر شاعرۍ سربېره نثرونه هم لیکلي او په ډرامه لیکنه کې د استعداد خاوند و. د غم منګي، مجبور غل، خیر او شر، د حق تبلیغ، ټولنه او ښوونکی او په داسې نورو موضوعاتو او عناوینو یې ډېرې ډرامې لیکلي دي. دغه راز یې داستانونه او کیسې هم لیکلي، چې ځينې یې د وخت په خپرونو کې خپرې شوې دي. یو اثر یې د « معاون درس علم حساب» په نامه د لومړنیو ښوونځيو د ښوونکو لپاره د حساب درسي مرستیال په توګه لیکلی او خپور شوی دی. 

د ړنګ د مړینې دقیقه نېټه څرګنده نه شوه، خو د ۲۰۱۹ع = ۱۳۹۸ل کال په شاوخوا کې وفات شوی دی.

اثار 

۱.د عمومي ریاضیاتو اساسات، ۲۰۰۱ع، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز، پېښور

۲.د ۱۲م ټولګي ریاضیات 

۳.د نهم ټولګي کیمیا

۴.خطي الجبر( د پوهنتون درسي کتاب)

۵.د سيټ نظريه ( د پوهنتون درسي کتاب)

۶. د جمعې شپه، په پرله پسې ډول د پکتیا په وړانګې اخبار کې خپور شوی داستان دی. 

۷.وزیر، په پرله پسې ډول د پکتیا په وړانګې اخبار کې خپور شوی داستان دی، چې ناول ته ورته دی. 

۸.زما اوښکې ( شعري ټولګه)

په هېواد، زېري، اصلاح او وړانګه اخبارونو کې یې لیکنې او شعرونه خپاره شوي، که راټول شي، ښايي څو اثره ترې جوړ شي.

د کلام نمونې: 

غزل 

وګوره ته ماته ستا نظر کې څنګه ښکارم 

زه مجنون د مینې دې منظر کې څنګه ښکارم 

زه په تصور کې تصویرونه جوړومه ستا 

دا زما هنر دی دې هنر کې څنګه ښکارم 

دا منم دریاب کې ډېر لعلونه ځلېدلی شي

زه د خپلو اوښکو سمندر کې څنګه ښکارم 

باغ کې بلبلان اوسي شاهین په دنګو غرونو کې 

یاره رشتیا وایه اوچت غر کې څنګه ښکارم 

تا به ډېر لیدلي په ګلشن کې ډېر ګلونه وي 

زه تنها په څانګه د انځر کې څنګه ښکارم 

ګرت غشي راپرېږده ما ټټر ورته نیولی دی 

ړنګ وايي اشنا په دې سنګر کې څنګه ښکارم 

+++

غزل 

ستا ښادي مې په کار نه ده، دردو غم راکه، خو راکه 

چې مشغول ورسره اوسم لوی ماتم راکه، خو راکه 

نور تنګ شوی یم قسم دی له دې خپلې نادانۍ نه 

خوږ شربت مې په کار نه دی، زار ملهم راکه خو راکه

ګرم یم ګرم یم ځکه ګرم یم راته خپل تخلیق ګناه ده 

چې سمون ورسره وخوري دا رقم راکه خو راکه 

د شکونو په دریاب کې چې راګېر شوم لېونی شوم 

چې فنا مې لېونتوب که اټيم بم راکه خو راکه 

پرې چې سر او تال ترې جوړ کړم د بېکارو نو څه کار دی

د زړه درد او رپا دواړه په یو دم راکه خو راکه 

زه پوهېږم ښادۍ ټولې د پردو لاندې پټ غم دی 

چې پرده پرده جلا کړي قوت کم راکه خو راکه 

دا مې حق دی چې پیدا یم پيدایښت مې غوښتی نه دی 

ښه ده اوس چې دې پيدا کړم سمون سم راکه خو راکه 

یو دې نفس بل دې هوس کړل راسره دواړه ملګري 

دواړه واخله بیا وجود مې هم درهم راکه خو راکه 

په دې پوه شه که محشر کې را شروع حساب کتاب شو 

په دوزخ کې چې ترې پټ شم یو حرم راکه خو راکه 

+++

غزل

عشق سره اشنا چې شوم اوس نو ځې 

مینه کې رسوا چې شوم اوس نو ځې 

سترګو چې څه نه غوښتل وې ليدل 

تا چې ورته وښودل وې کتل 

غم کې مبتلا چې شوم اوس نو ځې 

ګېر دې چې په چل کړمه زلفو کې 

بند دې ول په ول کړمه زلفو کې 

ستا نه ومه ستا چې شوم اوس نو ځې 

هلته د عالم چې وم وې زما 

قوم سره همدم چې وم وې زما 

خلکو نه جدا چې شوم اوس نو ځې 

کله چې ودان ومه یار مې وې 

په طاقت او توان ومه یار مې وې 

ړنګ او خوار ګدا چې شوم اوس نو ځې 

مینه کې رسوا چې شوم اوس نو ځې 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۰۱۳= ۱۰۱۵مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)

----------------



                                                                                                                                                       عبدالرزاق فراهي



عبدالرزاق فراهي د عبدالقادر اخونزاده زوی، په خټه نورزی په ۱۹۲۲ع = ۱۳۰۱ل کال د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې زیږېدلی دی. دده پلار او نیکه اخونزادګان او قاضیان تېرشوي دي. 

لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور کې کړي، بیا د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو. تر اتم ټولګي یې زده کړه وکړه او بیا د هرات په رشدیه ښوونځي کې ښوونکی وټاکل شو. بیا هماغلته د هرات ادبي انجمن مدیر شو. ډېره موده په هرات کې و، بیا کابل ته راغی او د اقتصاد مجلې سرمحرر شو. یو څه وخت یې په پېښور کې د افغاني وکیل التجار په حیث کار کاوه. بیا میمنې ته او له میمنې څخه بغلان ته لاړ او هلته په ۱۹۶۰ع= ۱۳۳۹ل کال د زړه د درېدو له کبله وفات شو. 

فراهي د پښتو شاعر او لیکوال و، په دري ژبه کې هم د ښه قلم خاوند و، له عربي یې هم استفاده کولای شوه. 

دده ځينې منثور او منظوم اثار د کندهار د ادبي انجمن په پښتو مجله، طلوع افغان جریده او په کابل مجله او ځينو نورو اخبارونو کې خپاره شوي دي. دده د ځانګړو اثارو په اړه په څه نه پوهیږو. 

د نظم او نثر نمونې:

عشق 

له ازله مې نصیب دی غم د عشق 

اوس ناچاره به ګالم ستم د عشق 

بې له دردو بې له غمه بل څه نه شته 

مې کښېباسه خدایه څوک په دم د عشق 

دین دنیا و ځان به واړه ځنې هېر شي 

که چا ولیدی زما صنم د عشق 

عذابونه د جهان ټوله ترخه دي 

چې دا ولې دومره خوږ الم د عشق 

څه علاج مې د طبیب په دوا نه شي 

څو چې رانه کي جانان مرهم د عشق 

چې د صور شپېلۍ شي پورته په محشر کې 

زه به غواړمه دغه کرم د عشق 

فراهي که سعادت د ژوندون غواړې 

ویره مه کړه چې دې سوزي شم د عشق 

+++

خیال 

ټوله عمر مې تېریږي ستا په خیال 

توره شپه مې سبا کیږي ستا په خیال 

لکه لمر چې سپينکی مخ دې راپه یاد شي 

زړه د شم په شان ویلیږي ستا په خیال 

هغه وخت چې د اسمان تیاره خپره شي 

خوار میین کله بیدیږي ستا په خیال 

چې و ټوله کایناتو وته ګورم 

لا موجود رامعلومیږي ستا په خیال 

زما د واړو مقاصدو ته قبله یې 

بل مقصد نه حاصلیږي ستا په خیال 

غمازانو ستا د جور پېغور راکئ 

مګر بې اغېزه لویږي ستا په خیال 

فراهي دې په تومت لکه منصور شو 

خوار د غم په ټال زنګیږي ستا په خیال 

آپېغلې ! 

( د ویکتور هوګو د اثر ترجمه)

ته، آه پېغلې ته! 

د ستنې د څوکې څخه کار او نصیحت زده که، د کار او مشغولا د مهمو ساده حرکاتو سره مینه او علاقه ولره، نا پوه وګړي کار د ځان عیب ګڼي. 

حال دا چې لوی څښتن په کار امر کړی، کار دوې نیمکرغي زېږوي: یو فضلیت او بل د حقیقي نېکمرغۍ خوند. 

له یوې خوا به ژوند درته خوږ شي او له بلې خوا به نور وګړي ستا په پوهنه او فضلیت اعتراف وکي. 

آ پېغلې! 

ته باید تردې شینکي اسمان لاندې عفیف ترین د مخلوقاتو اوسې، داسې مخلوقات لکه د سپيدو صفايي، لکه د مرغیوځالې، لکه هغه غنمرنګه وږی چې لوګری په نازیږي او مینه ورسره لري، د اسمان ښکلي ستوري او برجونه لکه هر هغه شی چې خاندي، هغه شیان چې بیدیږي، تر دې ټولو باید ته پاکه واوسې!! 

د زړه په غښتلوالي کار کوه او و تل په زړه ډاډه اوسه، ځکه چې اطمینان او د زړه راحت د مخ جمال او ښایست ډېروي او د جلال موجب ګرځي. 

آ پېغلې ! تل خوشاله او په ورین تندي ژوند کوه، ځکه ستا د سرو شونډو موسکا د اسمان د وړانګو انعکاس دی. 

خوشالتیا هسې حرارت دی، چې په زړو کې لوړه رڼا اچوي او همدغه رڼا دوی د حقیقت ژوند بولي. 

آ پېغلې! 

تل مهربانه او زړه سواندې اوسه. ځکه چې ټوله کریمه او لوړعناصر ددغه مهربانۍ یو حرکت دی او په دې زړه کې ډېر نور فضایل او ښېګڼې نغښتې دي. څښتن تعالی د یوې ښېګڼې او د یوه فضلیت څخه د ښو پياوړو مېړونو زړونه جوړ کړي دي، لکه چې د یاقوت څخه ګېڼې جوړوي. 

هرکله چې په کار بوخته مهربانه او خوشاله واوسې، نو زړه به دې د هغو زړونو په لړ کې وګڼل شي چې تر واورې سپين او تر ګلانو ښکلي دي. او ته به د هغو کسانو په ټولنې کې یې چې هغوی ته د ژوندانه په ټولو چارو کې هیڅ ګرمتیا او ترټنه نه شته او په ښو کارونو یې خپلې بېړۍ د عاقبت بندر ته رسولي دي او ته به د هغو وګړو له ډلې شمار سې چې خپل مقدرات یې د څښتن تعالی په حکمت پورې تړلي او د شپې په ډاډه زړه بیدیږي!

( اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۰۲۹-۱۰۳۱مخونه)

------------

غلام حضرت فقید

غلام حضرت فقید د محمد سرور خان زوی په خټه خوږیاڼی د ننګرهار د خوږیاڼيو په کږه کې په ۱۹۳۸ع = ۱۳۱۷ل کال زیږېدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې د کږې په لومړني ښوونځي کې لوستي او په ۱۹۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال په حربي ښوونځي کې شامل شو، په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال له دغه ښوونځي فارغ شو او په حربي پوهنتون کې شامل شو. د حربي پوهنتون له لومړي ټولګي څخه په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال په جوزا میاشت کې د لوړو تحصیلاتو لپاره چکوسلواکیا ته ولېږل شو. 

دده د ژوند په اړه مو نور معلومات سملاسې ونه شول موندی. 

فقید د پښتو ژبې شاعر او شعرونه یې قومي اواجتماعي رنګ لري، بد دودونه غندي او د ادب په ژبه د بېوزلو ملاتړی دی. لکه چې وايي: 

د خپل ولس په غریبانو، یتیمانو ژاړم 

محبوبې ګوره خپه نه شې په خورانو ژاړم 

ستا د ښکلا جهان کې زیړ مخ د غریب وینمه 

په غریبۍ د غریبانو دردمندانو ژاړم 

که تاته نه ګورم په سترګو معذور ځکه یمه 

سترګې مشغولې دي په حال د مسکینانو ژاړم 

دی پوځي سړی دی، خپلې محبوبا ته په شاعرانه انداز خپله مینه داسې ښکاره کوي: 

ستا د دوو سترګو دپاره د زړه سره 

زه عسکر یم وطن ساتم له غلیمه 

دا ثبوت د محبت نه دی نو څه دی

محبوبا چې ستا د خاورې څوکیدار یم 

یا دا چې : 

دا چې زه د پښتونخوا سرباز عسکر یم 

دا خو ځکه محبوبا چې ستا وطن دی 

چې ستا خاورې ته په بدو سترګو ګوري 

محبوبا دا ستا دښمن زما دښمن دی

د فقید د اثارو په اړه هم تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي. 

د کلام نمونه: 

زما وطنه 

وطنه ستا په لوړو غرو مې قسم 

ستا په سپېرو دښتو رغو مې قسم 

څو چې اباد دا ستا ډاګونه نه کړم 

ځانته حاصل ټول نعمتونه نه کړم 

ځان به فدا کړم نور خوبونه نه کړم 

که وم پښتون نو غفلتونه نه کړم 

سیراب په وینو ستا ګلونه نه کړم 

دی خجالت خجالتونه نه کړم 

د احمدشاه په شان حملو مې قسم 

وطنه ستا په لوړو غرو مې قسم 

ته یې زانګو د پلار نیکونو زما 

هغه د تېرو اجدادونو زما 

د میرویس خان د غیرتونو زما 

هم د سړو ګرمو بادونو زما 

ستا په خوږو سپينو اوبو مې قسم 

وطنه ستا په لوړو غرو مې قسم 

سر به فدا کړم ستا ډبرو ځنې 

دښمن شه جار ستا د سنګرو ځنې 

ټټر به درېغ نه کړم خنجرو ځنې 

ستا د صحرا سنګ مرمرو ځنې 

ستا ددې لوړو غرونو سرو ځنې 

ستا د صحرا سنګ مرمرو ځنې 

د توریالو په غیرتو مې قسم 

وطنه ستا په لوړو غرو مې قسم 

د چا ګلشن ستا له صحرا نه جار شه 

ستا له صحرا او د بیدیا نه جار شه 

د چا زلمی ستا له بوډا نه جار شه 

د چا هېواد ستا له هوا نه جار شه 

دا ستا دښمن ستا له اشنا نه جار شه 

زر تن پرسته یو شیدا نه جار شه 

ستا په ښایسته ښکلو چینو مې قسم 

وطنه ستا په لوړو غرو مې قسم 

زما وطنه د پښتون وطن یې 

د خوږې مینې د جنون وطن یې 

تا کې هوسا یو د ژوندون وطن یې 

د سعادت او د سمون وطن یې 

د غیرتونو د مضمون وطن یې 

د خپاره قام د پيوستون وطن یې 

وايي فقید په دې مسرو مې قسم 

وطنه ستا په لوړو غرو مې قسم 

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۲-۱۳۴مخونه)

--------------



                                                                                                                                                  محمد جان فنا 


محمد جان فنا په خټه ساپی د تورن جنرال سعدالله خان زوی په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال په کابل ښار کې زیږېدلی دی. دده اصلی ټاټوبی کونړ ولایت دی، له هغه ځایه کاپيسا او بیا پروان او بیا کابل ته کډه شوی دی. 

په ۱۹۴۴ع = ۱۳۲۳ل کال د کابل له شپږم نمبر لومړني ښوونځي او په ۱۹۵۰ع = ۱۳۲۹ل کال له تجارت لېسې څخه په لومړی درجه فارغ شوی دی. د همدې کال په پای کې حربي پوهنتون کې شامل شو او په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال له دغه پوهنتون نه فارغ شوی دی. له ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال نه تر ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال پورې په شاهي ګارډ کې د بریدمن په توګه او تر دې کال وروسته یې د صدارت د ساتونکي ټولي د تورن په رتبه کار کاوه. 

فنا د پښتو او دري ژبو شاعر او لیکوال و. دده شعرونه پاخه او ادبي ټوټې یې خوږې دي. ده لنډې کیسې هم لیکلي چې د وخت په خپرونو کې خپرې شوې دي. لیکوال او شاعر عزیز الرحمان ممنون دده په باب یو ځای لیکلي: 

« ښاغلی فنا د لوړ تخییل خاوند دی، د بحث په وخت کې د قوي استدلال څښتن دی، دده په لیکنو کې ریالېزم او ایډيالېزم مزج او ګډ ښکاري. دده زیاتره لیکنې نیچریزم دی، په داسې حال کې چې ښاغلی فنا په تصوف کې هم لاس لري او هم یو ایډيالېست انسان دی....» 

فنا په پښتو موسیقۍ کې هم لاس لاره او ځينې کمپوزونه یې جوړ کړي دي.

فنا په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال دوه ادبي جایزې هم ګټلي چې یوه د پښتو په شعر او بله په دري نثر کې د ښې وړتیا له امله ورکړل شوې ده.

دوه اثار یې خپاره شوي چې « فریادي شاعر» او « د شاعر پسرلی » نومیږي. او لاندې نا چاپ اثار هم لري: 

۱.ګلبرګها( دري نثر)

۲.پتنګ ( پښتو عشقي شعرونه)

۳.د اور لمبې( پښتو اجتماعي شعرونه) 

۴.چارګل ( پښتو څلوریزې)

۵.تندر ( پښتو اجتماعي نثرونه)

۶.د شاعر خیال( پښتو ادبي ټوټې)

فنا مړ دی، خو دده د ژوند او اثارو په اړه مو تراوسه نور معلومات ونه شول موندی. په وروستي سمون کې به یې د ژوندانه بشپړه پېژندګلوي وړاندې شي.

د فنا د نظم او نثر نمونې:

د ژوند راز 

ښه صورت او پاک سیرت یم د اسرارو معما یم 

د زرې په کاینات کې بیا تفسیر د خپل معنا یم 

له څلورو عناصرو د انسان په هیکل جوړ شوم 

کله اور کله اوبه یم کله خاوره یا هوا یم 

راوتلی یو انسان یم د خلقت له کارخانې نه 

که له خاورو یم جوړ شوی خو دنیا د استغنا یم 

یو ژوندۍ غوندې تابلو یم د وجدان په هنداره کې 

د هنر په ارت جهان کې یو شهکار یم که ګدا یم 

د فلک جفا له لاسه خپل ژوندون نه شکایت کړم 

چې د مرګ سلګۍ وهمه بیا د ژوند په تمنا یم 

د حباب په مدرسه کې د ژوندون فلسفه لولم 

لا مې سترګې خلاصې نه وې چې بیا تللی له دنیا یم 

د سراب په نندارتون کې سرګردان دژوند اوبه کړم 

دا ژوندون د مرګ پیغام دی، زه بې ځایه په سودا یم 

د مستۍ او نېستۍ راز یم د ژوندون په قلمرو کې 

د حیرت ښکلو پردو کې د خپل مرګ په تماشا یم 

د فطرت په کوه قاف کې یم د غم خوښۍ طلسم 

زه یو رنګ نه شم کېدلی نن خندا سبا ژړا یم 

د زړه داغ مې سپېلنی کړو د سرو شونډو په سکروټو 

دا کباب وړمه جفا ته زه شهکار د خپل وفا یم 

د عدم وجود زانګو کې خورم د مرګ او ژوند ټالونه 

د فطرت د مدو جذر هم بقا او هم فنا یم 

د هستۍ ژوندون جنون دی په قاموس د لېونو کې 

د فنا دنیا ته ځمه طلبګار د خپل لیلا یم

+++

نجلۍ 

هم پیمانه شه هم شراب او هم مینا شه نجلۍ 

لکه لمبه د زړه محفل کې په نڅا شه نجلۍ 

ته خو د نور په نفاست جوړه ژوندۍ تابلو یې 

د ګلو لښته دې صدقه له نرۍ ملا شه نجلۍ 

زما ځواني، ستا پېغلتوب به په ارمان کې تېر شي 

ولې جنګۍ یې مروره یې پوخلا شه نجلۍ 

هجران ځپلی یم د مینې رنځ لرم دلبرې 

چې نور دردونه پاروي هغه دوا شه نجلۍ 

ما به د اوښکو برکت له سوزېدو وساتي 

چې راته وخاندې دنیا ته په خندا شه نجلۍ 

جفا، ستم د ښکلې حسن سره نه ښايي هیڅ 

مکېز، نخرې، مهرباني، نازو ادا شه نجلۍ 

د پاکې مینې پاک حرم مې تیار کړی درته 

د پرېښتې په شان د عشق په وزر راشه نجلۍ 

د پښتني ننګ و ناموس عفت، عصمت پرښتې 

د فنا خوږ ژوندون قربان ستا له حیا شه نجلۍ 

+++

غوټۍ 

نه یوازې بڼ کې د بلبلو دلربا یمه 

زه د خوږو شونډو سره هم لږه اشنا یمه 

ډېر کوم نازونه په بلبل او په بورا باندې 

مسته په نشه د غوړېدو کې بې پروا یمه 

پاڼې مې رنګینې او تنکۍ دي د رخسار په شان 

زه د ښایسته مخ د لوی کتاب تفسیر معنا یمه 

کله چې د ښکلو غوټۍ خولې ته نژدې کېږمه 

زه د خوږو شونډو د خولګیو تمنا یمه 

نن مې پسرلی د رنګ او بوی دی خزانېږمه 

نه هومره مغروره لکه ښکلو په ښکلا یمه 

نن یمه غوټۍ سبا به ګل او بیا به مړاوې شم 

زه د زمانې وفا بقا ته په سودا یمه 

لوی دفتر دې، ان د اتفاق دی هره پاڼه مې 

دامې معجزه ده چې په پټه خوله ګویا یمه 

ډېر خومار نشه لري خندا د غوړېدو زما 

ځکه د خوږو رنګینو شونډو معما یمه 

کله د شبنم میو ته جوړه میخانه شمه 

کله هم د سرو شونډو پیاله کله مینا یمه 

ژوند مې دلګیرۍ ځيګرخونۍ نه ترکیب شوی دی

اوس لا د مالیار نامحرم لاس ته په سودا یمه 

کله چې نظر په بد نظر شم پاڼې پاڼې شم 

زه ډېره معصومه پاک لمنه باحیا یمه 

شین بستر د پاڼو کې او څانګو سره غیږ په غیږ 

زه پرته په غیږ کې د مجنون لکه لیلا یمه 

مخ نه مې طواف کوي نسیم تر سباوون پورې 

ناڅي راته ستوري د سپوږمۍ په تماشا یمه 

زړه مې د فنا په شان زخمي زخمي په وینو رنګ 

مه غولېږئ خلکو که ظاهره په خندا یمه

رنځور شاعر

پرېشانه افکارو او سودا لږ شانتې ناروغه کړم. 

دا ناروغتیا د نورو رنځونو سره یوځای شوه او زه علاج ته مجبور شوم، د ډاکټر د فیس پیسې راسره نه پوره کېدلې، نو حکیم جي ته ورغلم. 

حکیم جي زما نبض وکوت او په خندا یې راته وویل: 

ستا نبض خو بیخي نه خوځيږي، داسې معلومیږي چې زړه دې نشته او چا درنه وړی دی، ته خو میین نه یې؟ 

که څه هم زه پوه شوم، چې دی راسره ټوکې کوي، خو ما ورته وویل: هو زه میین یم میین! خو زما علاج وکړه. 

حکیم جي وویل: مینې په دې ځوانه ځوانۍ کې دومره ضعیف او ډنګر کړی یې چې رنګ دې بیخي تک زیړ دی، ډېر ستومانه ښکارې. ستا په دې دنګه ځوانۍ مې ډېر افسوس راځي. 

ستا دوا داده چې له مینې نه لاس واخلې او نور ورپسې ونه ګرځې. دا یو بوتل شربت او یو دبلی مفرح واخله، ستا د زړه د تقویې دپاره ګټور دي. 

ما ورته وویل چې زه خو په کومې ښایسته پېغلې میین شوی نه یم، چې نور ورپسې ونه ګرځم. زه د بېوزلو خوارانو بدحال رنځور کړی یم. د کونډو رنډو او یتیمانو ابتر ژوند دردمند کړی یم، د مظلومانو پرېشانۍ او د ظالمانو او خاینانو ظلم او خیانت غمجن کړی یم...

زه پر خپل ګران او ښکلي وطن میین یم، نو څنګه له دې مقدسې او سپېڅلې مینې نه لاس واخلم؟ په دې شربت او مفرح زما علاج کله کیږي؟ 

د حکیم جي له وضعې نه معلومېدله چې ډېر پوخ حاذق طبیب دی. 

ده خپل سر د نفې په علامت وښوراوه او وې ویل، نه نه ستا علاج په دې شربت او مفرح نه کیږي، دا دوا بېرته راکړه!

تا سره چې احساس، درد او د وطن د مینې رنځ شته، ته باید د وطن د مینې په لار کې ایثار او فداکاري وکړې، ستا حقیقي دوا ایثار او فداکاري ده. 

+++

 

لوګره 

ګرانې خورې! خوږې پېغلې، خدایږو دا ستا خوارو زار حال مې ډېر ځوروي، هغه ژوند چې نورو ته ډېر خوږ دی، په تا نیمګړی، له ربړونو او تکلیفونو ډک دی، سخت او ډېر تریخ تېریږي، اوف د اوړي په دې تودو ورځو کې، په دې ټکنده سره غرمه کې تا غوندې ښکلې، تنکۍ پېغله او لو؟ ویش سترګې مې سوځي، تاته سم نه شم کتلی. 

دا کار خو اوس د اوسپنو په ماشینونو اجرا کیږي، هو ستا په زړه کې به وګرځي چې زه خو هم د اوسپنې لور لرم. 

نه، نه! ته خو ډېر لطیف او نفیس جنس یې....

اوف، کاشکې ته په ښار کې وای، چې د ناز او نعمت په هنګامو کې د ژوند په خوند پوه شوې وای. ستا همزولې پېغلې اوس په ښکلو چوترو، ښایسته ښکلو او جګو ماڼیو کې، یا په بڼ کې د ګلانو د سیورې لاندې ناستې دي!

د هغوی په سينو، ټټرونو، خورو ورو زلفو او پېکیو به د باد پکو او یا د ګلانو د سیوري خوږې سړې وږمې لګیږي!

خو ته، ددې تودې بیدیا په تودو او ګرمو بادونو او د زمکې د تاو په سرو لمبو کې سوځې!

ستا همزولې یخې اوبه، یخ او خواږه شربتونه څکي، خو تاته تودې اوبه، تروې شړومبې او وچ سوکړک هم په ماړه نس نه رسیږي....

ستا نازولي همزولي په هغو یخو اوبو کې ځان پرېمنیځي چې عطر او خوشبویي ورسره ګډه ده، خو ته په خپلو تودو خولو کې ډوبه یې. 

ويش! ته ډېره خواره یې، که څه هم د ښکلا او ښایست خورا ډېره معنوي دنیا لرې، هغوی خپل نازک، نرم او نفیس لاسونه، پستې او نرمې پښې په نکریزو اړ خپل تېره نوکان په رنګ سره کوي، خو ستا زیږه لاسونه او چاودې پښې په اغزي ځپلو وینو تکې سرې دي. 

آه ! ډېر مې زړه درباندې سوزي، نور له هوسه په دې تودو ورځو کې لوڅ ګرېوان او بې لستوڼي نازک ورېښمین کالي اغوندي، خو ستا د ځان سپینې ښکلې ټوټې او غوښنې لېچې له مجبوریت او نادارۍ نه د جامو له څيرې او شکېدلي ځایونو څخه ښکاري. ..

ستا همزولې پېغلې خپل حق او ارام ژوند غواړي، خو ګوندې ستا په نارام حال او نیمه خوا ژوند نه دي خبرې، چې له سحره تر ماسپښين او مازیګره پورې لو کوي او بیا وږي ټولوې. 

هو، ته هم پېغله یې، په سر کې خیالونه، ژوند کې ارمانونه او په زړه کې پېغلې ارزوګانې او خوږې هیلې لرې. 

آه، خدایږو، دا ستا حال ډېر ژړوونکی دی، زړه مې درباندې سوزي، ای لوګرې پېغلې!!

( اوسني لیکوال ۳ټ، ۱۰۳۵-۱۰۳۹ مخونه/ د شاعر پسرلی، فنا، ۲۵-۲۶مخونه/ د لیکوال یادښتونه)

---------------




                                                                                                                                عبدالصمد اخوند 


قاضي عبدالصمد اخوند د کندهار له مشهورو علماوو او فصیحو خطیبانو څخه و. په ۱۸۸۷ع = ۱۲۶۶ل کال په کندهار کې زیږېدلی و. د عربي او دري ژبې متداوله علوم یې لکه صرف، نحوه، تفسیر، حدیث او حکمت یې په خصوصي توګه لوستي وو او لوی لاس یې په کې درلود. 

په ۱۹۲۱ع = ۱۳۰۰ل کال د کندهار د زمینداور د سیمې قاضي و، مګر ژر یې له قاضيتوب څخه زړه تور شو او د قضا کسب یې پرېښود، خو دا چې د کندهار ښار د خلکو په منځ کې د ښه شهرت او فضلیت خاوند و، څو دورې د خلکو له خوا د هغه ولایت د مشورې په مجلس کې وکیل ټاکل شوی و. له زړو علومو سره قاضي عبدالصمد اخوند نوي معلومات هم لرل او د خلکو په تنویر او اصلاحاتو کې یې زیاته دلچسپي لرله، په دې لاره کې یې همېشه تبلیغ کاوه. 

دی په رښتیا ویلو او صداقت نامتو و، په دې لړ کې یې زجرونه هم لیدلي. د ويښ زلمیانو د ګوند غړی و، چې څو کاله په دې لړ کې بندي شوی هم و. 

قاضي صیب په پښتو او دري کې ښه قلم درلود، خو شعرونه یې ډېر او نثرونه یې لږ د افغانستان په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي. 

قاضي عبدالصمد اخوند په ۱۹۵۹-۱۱-۲۰ع = ۱۳۳۸-۸-۲۸ل نېټه په کندهار کې وفات شوی دی. 

د نظم نمونه یې: 

سم 

چې محیط یې ټوله کوږ وي، څوک به یې نه کي په فریاد سم 

که معمار هر څه قابل وي، کوږ اساس نه سي په باد سم 

چې احوال یا نابینا وي، هر نښان به یې خطا وي 

هر ټوپک به بدنامیږي، که جوړ کړی وي استاد هم 

په مکتب د سعادت کې، که  تعلیم د شهدو ورکړې 

پر تندي یې زهر ښکاري، څوک چې نه لري بنیاد سم 

د ظالم لاس چې اوږده سي، وطن ټول په ویرانیږي 

که د بم نارې پر وسي، بیا به یې نه کي کیقباد سم 

د جاهل مشورت اور دی، ټول عالم په کبابیږي 

د خپل لږ نفع دپار په یو دم به کي برباد سم 

عندلیب د خپل وطن سه، نا ارام اوسه له شوقه 

ښه شېرین ویل کړه داسې، سه په لار لکه فرهاد سم 

وطن باغ دی با ثمره، زموږ پلرو سر پر ورکړی 

کیې په وینو اوبه نه کړې، نه بی ووینې اباد سم

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۰۴۰-۱۰۴۱مخونه)

------------




                                                                                                                                                   محمد رفیق قانع 



مولانا محمد رفیق قانع د ملا عبدالحمید اخونزاده زوی د پغمان د خالدارۍ اوسېدونکی او په خټه سلیمان خېل و. په ۱۸۸۷-۱۲-۳۱ع = ۱۲۶۶-۱۰-۱۰ل نېټه د کابل د شیوکیو په خانعلوم کلي کې زیږېدلی و. 

قانع لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه کړي، چې په لړ کې یې فقه، علم الفرایض، صرف او نحوه لوستي دي. 

په ۱۹۲۲ع = ۱۳۰۱ل کال د پغمان په لومړني ښوونځي کې د معلم په توګه مقرر شو. د ۱۹۲۴ع سپتمبر = ۱۳۰۳ل، په میزان میاشت کې د دولت په شورا کې د اماني فتواوو د پښتو برخې په لیکلو موظف شو او د ۱۹۲۵ع = ۱۳۰۴ل کال ترپایه په دغه کار بوخت و. په ۱۹۲۶ع کال په مارچ = ۱۳۰۵ل حمل د دولت د شورا له خوا د نظامنامو د پښتو برخو په لیکلو وټاکل شو او تر ۱۹۲۸ع = ۱۳۰۷ل کال پورې یې دغه کار ته دوام ورکړ. 

د ۱۹۳۱ع په اپرېل = ۱۳۱۰ل ثور کې د اصلاح ورځپاڼې په ادره کې د مصحح په توګه وټاکل شو، په ۱۹۳۳ع سپتمبر= ۱۳۱۲ل سنبله کې یې د ناروغۍ له امله دنده پرېښوده؛ دوه کاله په کور کې استراحت و. د ۱۹۳۵ع په سپتمبر= ۱۳۱۴ل سنبله کې بیا د اصلاح ورځپاڼې د پښتو برخې په لیکلو وټاکل شو او تر ۱۹۴۴-۴-۳ع =۱۳۲۳-۱-۱۴ل پورې یې دا دنده ترسره کړه. د سن د زیاتوالي او کمزورۍ له امله متقاعد شو.

محمد رفیق قانع په ۱۹۵۸ع جنورۍ = ۱۳۳۶ل دلوه کې د پروان په کوهستان کې د ۷۲کلنۍ په عمر وفات شو. 

قانع په ډېر کار او لږه وینا قانع و، ډېرې لږې خبرې یې کولې او همېش به په خپل کار بوخت و. نور ملګري به یې هم له وظیفې بهر نورو خبرو کولو ته نه پرېښودل او ډېر خپه کېده چې چا به د کار په وخت نورې خبرې کولې. ټولو ورته احترام کاوه او ده هم نورو ته د شفقت په نظر کتل، ده داسې وخت د پښتو ژبې خدمت ته ملاتړلې وه، چې د پښتو لیکوال او شاعران دومره ډېر نه وو، دی یوازې د پښتو لیکوال او مترجم نه و، بلکې شاعر هم و. دده لیکنې او شعرونه د وطن په اخبارونو کې خپاره شوي دي. 

قانع په علمي او ادبي شخصيت سربېره کسب دوست سړی هم و او خپل اقتصادي ضرورتونه به یې د معمارۍ، خیاطۍ او ځينو نورو کسبونو له لارې پوره کول. 

تذکره لیکونکو دده د ځانګړو اثارو په اړه څه نه دي ښوولي. 

د قانع د شعر نمونه: 

په خوارۍ مه رټه هغه چې سیم و زر نه لري

کږلی هغه دی چې دی علم و هنر نه لري 

مال و دولت لره وي تل خوف و خطر د زوال

علم و هنر دی چې په هیڅ شانې خطر نه لري 

علم و پوهنه ده ژوندون کې د انسان پروبال 

هغه مرغه الوتی نه شي چې وزر نه لري 

ګڼه لباس د شرافت، پوهنه علم و هنر 

عالم عزیز ګڼه که هم کف و کالر نه لري 

چا چې د علم مملکت کړ مسخر په همت 

سلطان یې بوله څه که دی لاو لښکر نه لري 

هغه دی داسې کار عمل و ته اقدام نه کوي 

چې په هغه کې په پوهنه خپل باور نه لري 

د هر یو کار مخصوص پوهان وي په عالم کې معروف 

بیطار پوهنه د طبیب او د ډاکټر نه لري 

وي د ثمر په ګاڼه ونې ښایسته په بڼ کې 

د سولو وړ وي هغه ونه چې ثمر نه لري 

خوږه مېوه د علم بوله په دې بڼ کې عمل 

بې له عمله مو پوهنه څه اثر نه لري

چې یې د علم و د عمل د مېوې خوند څکلی 

وايي دا هسې خوږواله قندو شکر نه لري 

چې یې د علم معشوقه ترلاسه کړې وايي 

افسوس هغو ته چې دا هسې ښه دلبر نه لري 

ځکه قانع ګڼلی ځان دی د پوهنې ګدا 

چې ګنجینه کې د ماغزو دغه ګوهر نه لري

 

تقلیدي زده کړه 

د هغه راز حرکاتو او سکناتو، اعمال او اقوالو زده کړه تقلید بلله شي، چې د عادي ګډ ژوندانه، ناسته ولاړې، صحبت او مخالطت په ترڅ کې د وار وار (مکرر) لیدلو او اروېدلو په اثر زده کیږي، چې غالبا د مداومت په اغېزه د انسان دپاره خصلت او عادت ګرځي.

نو د انسان اخلاق، خوی او خصلت او احساسات( که ښه وي که بد) زیات له همدې تقلیدي زده کړې څخه اساس نیسي چې یا د سعادت د سمې او سیخې لاره موندلو روښانه او بله ډيوه انسان ته په لاس ورکوي او یا د جهالت او ګمراهۍ توره تیاره پرده یې پر سترګو غوړوي. 

د ستایلو وړ سمه تقلیدي زده کړه د انسان شعور او ټول ښه احساسات لکه دیانت، صداقت، د علومو او فنونو د تحصیل شوق او رغبت، ځوانمردي، شجاعت، ترحم، همدردي،  ورورګلوي، وطن دوستي، د جامعې دپاره د کار او خدمت مینه او محبت... ژوندی کوي او انسان د ښو سودمنو اعمالو مصدر ګرځي. 

هرڅه ناوړه، مخالف او د سړیتوب ضد تقلیدي زده کړه د انسان د ماغزو په مزرعه کې د هسې بدو او زیانمنو خصلتونو تخم کري او د انسانیت نقیص احساسات تقویه کوي چې انسان د فسق، فجور، کذب، ناراستۍ، خیانت، تکبر، حسد، ظلم، تعدی، دمسکراتو او دخانیاتو استعمالولو، قمار، غلا، داړه مارۍ، لوړیزتوب او ایله ګردۍ او د نورو خلاف د دیانت اعمالو او د رزالت په خوا راکاږي. لنډه دا چې د انسان د ژوندانه د هرې نېکبختۍ و بدبختۍ د کامیابۍ او ناکامۍ ور او مدخل فقط تقلیدي زده کړه ده او بس. 

(اوسني لیکوال ۳ ټ، ۱۰۴۹- ۱۰۵۱ مخونه)

--------------



                                                                                                                                                     عبدالروف قتیل خوږیاڼی 



عبدالروف قتیل خوږیاڼی په خټه ابراهیم خېل خوږیاڼی د محمد سرور خان زوی او د لعل محمد خان لمسی دی، تذکره لیکونکو دده د زوکړې نېټه ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال ښوولی، خو دده کورنۍ وايي چې په ۱۹۲۹ع= ۱۳۰۸ل کال د ننګرهار ولایت د خوږیاڼيو په کږه کې پيدا شوی دی. 

ده لومړنۍ زده کړې د کږې په لومړني ښوونځي کې کړي او په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال ترې فارغ شوی. په همدغه کال میزان کې میاشت کې د پغمان د شرعي علومو په مدرسه کې شامل شوی، ده په ماشومتوب کې له موسیقۍ سره ډېره علاقه لرله، نو په ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال په خپله شاعر شو. 

لومړی یې په شعرونو کې یوازې روف تخلص کاوه، بیا څه موده وروسته پروانه شو، په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال یې قتیل تخلص غوره کړ. په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال یې د شمین په نامه په ننګرهار ورځپانه کې لیکنې او شعرونه خپاره شوي دي. 

په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال د یادې مدرسې له دولسم ټولګي فارغ شو، په همدې کال د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي په شرعیاتو څانګه کې شامل شو، دا پوهنځی یې تر دویم ټولګي ولوست، خو د روزګار غمونو پرې نه ښود او د مزار شریف په سلطان غیاث الدین غوري ښوونځي کې ښوونکی شو. په ۱۹۵۴ع سپتمبر= ۱۳۳۳ل میزان میاشت کې د بلخ د مومندانو په ښوونځي کې سرښوونکی شو. د ۱۹۵۵ع په ډسمبر= ۱۳۳۴ل جدي میاشت کې د ننګرهار ولایت د پوهنې په لوی مدیریت کې مفتش مقرر شو. په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال ننګرهار لېسې ته د تدریسي مرستیال په حیث معرفي شو. په ۱۹۶۰ع فبرورۍ ۲۱ = ۱۳۳۸ل د حوت په لومړۍ کې د جلال اباد دویم لمبر ښوونځي ته د معلم په حیث تبدیل شو. دلته یې دوه میاشتې خدمت وکړ او بیا د کابل ابن سینا لېسې ته د ښوونکي په توګه تبدیل شو. څه وخت هلته د ښوونکي په توګه و، په ۱۹۶۱-۷-۲۳ع = ۱۳۴۰-۵-۱ل د پښتو تدریساتو لوی مدیریت ته د مامورینو د پښتو ښوونکي په حیث تبدیل شو. په ۱۹۶۴ع= ۱۳۴۳ل کال د زېري جریدې مدیر او په ۱۹۶۷ع = ۱۳۴۵ل کې د پوهنې مجلې د مدیر په توګه په کار وټاکل شو. په همدې کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد ورځپاڼې د تدقیق او مطالعاتو د مدیر په توګه مقرر شو. 

په ۱۹۶۸ع اګست= ۱۳۴۷ل سنبله د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د لوی مدیر په حیث وټاکل شو، چې ورسره د ننګرهار ورځپاڼې چلوونکی هم و. په ۱۹۷۱ع = ۱۳۵۰ل کال کابل ته تبدیل او د اصلاح ورځپاڼې د پښتو برخې مدیر وټاکل شو. یو کال پس بېرته د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د لوی مدیر او ننګرهار ورځپاڼې چلوونکی وټاکل شو. 

په ۱۹۷۴ع= ۱۳۵۳ل کال د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د مدیر او د سیستان جریدې چلوونکی شو. په ۱۹۷۵ع = ۱۳۵۴ل کال د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور مدیر او د کندز جریدې چلوونکی وټاکل شو. دوه کاله یې دا دنده ترسره کړه. بیا د جمهوریت اخبار د پښتو د تدقیق مدیر او وروسته د هېواد ورځپاڼې مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۸۰ع = ۱۳۵۹ل کال د انیس ورځپانې مرستیال شو. بیا د هېواد ورځپاڼې د ادب او فرهنګ د څانګې مسوول شو. همدلته یې مافوق رتبې ته ترفیع وکړه. په ۲۰۰۰ع = ۱۳۷۹ل کال تقاعد شو. 

دا وخت پښتونخوا ته کډوال شو او د ساپي د پښتو څېړنو په پراختیايي مرکز کې یې کار کاوه. 

قتیل د پښتو ژبې لیکوال او شاعر و، شعرونه یې ټولنیز رنګ لري او د پښتونستان د ازادۍ په لاره کې یې ډېر شعرونه او نثرونه لیکلي دي. دده زیاتې لیکنې او شعرونه په ننګرهار ورځپاڼه او مجله کې، پیام حق، الفلاح، هېواد، وړانګه، زېری، کابل مجله، انیس، پښتون ږغ، ژوندون او بیدار اخبارونو کې نشر شوي دي. 

قتیل لنډې کیسې او ډرامې هم لیکلي، هغه وخت چې د ننګرهار د ښاروالۍ صحنه یې چلوله، نو خپلې ډرامې یې په خپله تمثیل کړې هم دي، چې په دې توګه دی یو هنرمند او اکټر هم بللی شو. 

عبدالروف قتیل خوږیاڼی پښتو ژبې او ادب ته د ګڼو خدمتونو تر کولو وروسته په ۲۰۱۷-۱۱-۲۳ع = ۱۳۹۶-۹- ۲ په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ او په سبا ورځ د ننګرهار په خوږیاڼيو کې خاورو ته وسپارل شو. 

دده ځينې ډرامې دادي: 

۱.د جونګړې ملنګ: په څلورو پردو کې یوه اجتماعي، انتباهي، تراژیدي او پولیسې ډرامه ده. 

۲. د جامعې مېکروب: یوه انتقادي، پولیسي او اصلاحي ډرامه ده، چې په څلورو پردو کې لیکل شوې ده. 

۳.میراث: په څلورو پردو کې یوه انتقادي، پولیسي او اجتماعي ډرامه ده چې د کابل مجلې په اوو ګڼو کې خپره شوې ده. 

۴.د دهقان لور: په څلورو پردو کې یوه انتقادي، عشقي او انتقادي ډرامه ده. 

۵.ولور: په پنځو پردو کې انتقادي او اصلاحي ډرامه ده. 

۶.مړه شمعه: په دريو پردو کې انتقادي ډرامه ده. 

۷.ښوونکی: په څلورو پردو کې یوه علمي، انتقادي ډرامه ده. 

۸.ګوره چې څه کیږي؟ : په پنځو پردو کې انتقادي، عشقي او کومیډي اصلاحي ډرامه ده. 

۹.تور دېو: په دریو پردو کې انتباهي او انتقادي ډرامه ده. 

۱۰.سره میاشت: په څلورو پردو کې اجتماعي ډرامه ده. 

۱۱.چرسي، یوه انتقادي، اصلاحي او تراژیدي ډرامه ده چې په څلورو پردو کې رانغاړل شوې ده. 

د قتیل نور اثار دادي: 

۱.دوه یاران، ناول په جلال اباد کې خپور شوی دی. 

۲.ارمان، د لنډو کیسو مجموعه 

۳.د سپین غره وږمه، د پسرلنیو شعرونو مجموعه چې په جلال اباد کې اطلاعاتو او کولتور چاپ کړې ده. 

۴.فریاد، د شعرونو دېوان 

۵. د زړه دردونه، شعرونه 

۶.خاطره، شعرونه 

۷.جرس، شعرونه 

۸.ادبي موضوعات او څېړنې، یوه برخه یې په ننګرهار مجله کې خپره شوې ده. 

۹.نبوي ملغلرې، دیني رساله چې په الفلاح مجله کې خپره شوې ده. 

۱۰. اسلام او اجتماع، دیني رساله ده چې په پیام حق مجله کې پرله پسې خپره شوې ده. 

۱۱.انقلابي نغمې، د حماسي او وطني شعرونو ټولګه 

۱۲.دا حسن دا لمبې، شعري ټولګه 

۱۳.ټنګ ټکور، شعري ټولګه 

۱۴.ادبي لیکونه

۱۵.ارماني رازونه، شعري ټولګه 

۱۶.ګلان، د نوابي د کتاب ژباړه ده چې اریک ګرځنده کتاب موسسې خپره کړې ده. 

۱۷.لوڅه څنګل، ناول په ۱۳۹۰ل کال میهن خپرندویې ټولنې په پېښور کې خپور کړی دی. 

۱۸.باچا خان ته د عقیدت ګلونه، په ۱۳۹۰ل کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپور کړی دی. 

۱۹.د سولې پيغام، شعري ټولګه، په ۱۳۹۱ل کال د قبایلو وزارت خپره کړې ده. 

۲۰.پښتو لغوي پانګه، په زېري جریده او ننګرهار مجله کې پرله پسې خپره شوې ده. 

۲۱. څلي او نرخونه په پښتو ادب کې، په پکتیا مجله کې پرله پسې خپرې شوې څېړنه ده. 

۲۲.پښتني خویونه او پښتو ادب، پکتیا مجله.

د قتیل د نظم او نثر نمونې: 
 ...

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

ځان نه خبر نه يو هېڅ چې څه او چا وخوړو

خلک جهان نه مخکې

مونږ له جهان نه پاتې

نورو گلشن کړو تيار

مونږ له خزانه پاتې

نور دعوه گير د فضا

مونږ له انسان نه پاتې

دحرکت نړۍ کې

مونږ يو له ځان نه پاتې

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

ځان نه خبر نه يو هېڅ چې څه او چا وخوړو

خلک سړو پسې ځي

مونږ د خرو شاته روان

برقي ډيوې لري نور

عالي قصرونه روښان

زمونږ په برخه کې دي

خاورين څراغ او تيليان

خلک جهان جوړوي

مونږ د لټۍ مريدان

حرص و هوس شوغالب خپل اشتها وخوړو

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

مونږ د تربور په نامه

خپل عزيزان پېژنو

وراره ته وايو دښمن

دا بد گومان پېژنو

نه په ورورۍ يو خبر

نه دا نشان پېژنو

دې جهالت لپاره

کله عرفان پېژنو

د انتها محصلې په ابتدا وخوړو

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنياوخوړو

پولې پټي له غمه

د ورور د قتل وږي

ژرندې وټي له غمه

د تورو وينو تږي

ډېرې غوسې له لاسه

مونږ پړسولي سپېږمي

مرگ د پښتون غريب ته

پښتون ورغوي مږي

دې جهالت يارانو شام وسبا وخوړو

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

کچکول تر څنگ گرځوو

شوه ملنگان رانه جوړ

له حرکت لويدلي

پاخه لټان رانه جوړ

مگر د مرگ لپاره

خاص سره ليوان رانه جوړ

طفيلي ژوند لرو مونږ

شوه تنبلان رانه جوړ

دغه يتيم ژوندانه مونږ بې صدا وخوړو

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

نه مو ژوندون ژوندون شو

نه له هدفه خبر

په ځاى پراته يو واړه

شو ورځ په ورځې بدتر

يو هر محتاج ته محتاج

پراته پرخاک خاکستر

د تنبلۍ ښامار دى

زمونږ په ځان مقرر

تحريک درک نه لري لټۍ په دا وخوړو

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

وروڼو په راز شئ خبر

مدام ژوندون لپاره

وحدت لاسونه ورکړئ

د ژوند سمون لپاره

احساس ژوندى وساتئ

خپل پيوستون لپاره

قوم او ملت کړئ ودان

د ژوند مضمون لپاره

د ((قتيل)) چيغې واورئ جهل وبا وخوړو

خلکو دنيا وخوړه مونږه دنيا وخوړو

+++

مخكى به ځو

قدم به په اغزو اوچتوو مخكې به ځو 

له ستونزو ډكه لار به لنډوو مخكې به ځو 

له تورو شپو وتل په ځانځانۍ كې محال ښكاري

لاسونه به يو بل ته وركوو مخكې به ځو

اغزونه ډكودښتو كې مزل د قدم وياړدى 

په ځاى به يې گلان زرغونوو مخكې به ځو 

باك نه شته كه ځوانۍ د سروگلانو موخزان شي

ژوندون له بېوزلۍ نه خلاصوو مخكې به ځو

شملو د لوپټو د پت په لاره كې سرايښى 

سرونه به په پت قربانوو مخكې به ځو 

د نر ميړني هوډه وطن پت درځنې غواړي

غرور د جابرانو ماتوو مخكې به ځو

شملو ته چې سپك گوري په ټيكرو سودا گري كا 

غوږونه د وختونو تاووو مخكې به ځو 

په هوډ د شمله ورو مې سوگند دى پورته كړى

"قتيله" خپل ارمان پوره كوو مخكې به ځو

+++

د ننگيالو هوډ

دغه مينه مينه خاوره دا غزل غزل جهان مې 

دغه وينه وينه زړه مې دغه تن مې دغه ځان مې

داد ژوند شهيده هيله د بقا لار كې سرلوړې 

دا د بيټ نيكه سندره دا غورځنگ د پهلوان مې

د ظلمت تورې لوخړې دي د تورې لمر څېرلي 

د ملالې پاك پړونى د ټوپونو نرميدان مې

دا د نر مېړه سلگۍ مې چې خندا خندا كې لاړه 

ترينه ځار ترينه لوگى شه دا هستي مې دا روان مې

هلته پاس د زور كوپړۍ كې د خالد بابا گوزار دى 

دغه هوډ د ننگياليو دا غيرت مې دا ايمان مې

دا غيرت غيرت وطن مې هره لويشته يې همت دى 

د "قتيل" د ژوند ټاټو بى له مېړانې ډك داستان مې 

 


كوچۍ

ټوله شپه واورې وريدلې وې، د ښارواټونه په واورو پټ ول، نرۍ سيلۍ چلېدله، د ارتل د پله ترڅنگ يوه چټه پېغله كوچۍ، چې د خپل اوښ مهاريې په لاس كې نيولى و، ولاړه وه او د خپلو كډو انتظار يې كاوه. د اوښ په خوله كې له ډېرې مستۍ څخه سپين ځگونه، نه ځاييدل او د خولې له دواړو كونجونو يې د واورو د څپركو په څېر راتوييدل؛ خو چې زمكې ته به ورسېدل بيا به يې د كنگل د پاسه د كنگل شكل غوره كړى و.

د كوچۍ سپينو اننگيو له ډېرې يخنۍ د كابل له سرو مڼو سره سيالى كوله او پښې يې د گازرو په څېر له يخنۍ سرې اوښتې وې؛ ځكه چې د كوچۍ په پښو څپلۍ وې او د دغې ښكلې او نازنينې پېغلې تنكۍ پښې په ټول عمركې له جرابو سره اشنا شوې نه وې. په خپل نري پړوني كې د پاڼې په شان رېږدېدله، خو دا ولاړه وه او د خپلې كورنۍ د راتلو لاره يې څارله.

په سپين تندي يې درې، څلور سپينې روپۍ راځړيدلې، چې سړو اهونو يې په تندي پورې نښلولې وې.

په دې كې له بنز موټر سره د طلايي ويښتانو مېرمن ډرېوره، چې شاته يې په دوه يم سيټ كې لوى غوږى سپى ولاړ و او سر يې له موټر څخه راكښلى و، راورسيدله. د سپي له غپ سره سم اوښ په ترپكو شروع وكړه، د كوچۍ لاسونه خو هسې هم د يخ له لاسه بې مترې ول او د مست اوښ د مهار د ټينگولو توان يې نه درلود. اوښ خوشې شو، كوچۍ پسې ورمنډې كړې او په منډو منډو كې يې پښه وښوييدله، دواړه څنگلې يې په وينو پټې شوې اروپايۍ پېغلې ورته ومسل او په خپل موټر يې پښه ټينگه كړه.

 

+++

شاعر او سوله

هو! زه شاعريم، دهغه ماشوم په موسكا میین شاعر چې دمور په تي يې له موسكا ډكه خوله ايښې وي او دهغې خوږ او مهربانه نظر يې تخنوي، زما د شعر رنگينه دنيا په مينه او محبت ودانه ده. زه د جهان په ودانۍ او په كې د رنگارنگ گلونو په خندا میین يم.

د انسان خوښي او خوشالي، نېکمرغي، هوساينه او سوكالي زما د شعر مضمون دى.

زه دهغه چا مقام په خپلو سندروكې په ډېره مينه هسك ستايم، څوك، چې د انسان له سره شراو افت ، كړاو او مصيبت كموي او دا يې هيڅكله په چانه پېرزوكيږى، چې جهان جوړوونكي او بېوزلي نېکمرغه كوونكي ماغزه يې د جنگ او جگړې په سوزوونكو لمبوكې په ايروبدل شي.

څومره، چې جهان ښكلى اوښايسته وي، څومره، چې د انسان نړۍ جوړوونكې مټې د خپلې نړۍ د ښكلا او خپل ورور په نېکمرغه كوونكي كار بوختې وي هومره به زما شعر ښايسته او له رنگينو څخه ډك وى.

څومره چې د نړۍ په مخ سوله، امنيت او كراري خپله هوسا كوونكى او له سوكالۍ ډكه لمنه خپره كړي وي، هومره به زما د شعر رنگينه نړۍ مسته وي او دهربيت بېلې بېلې كلمې به د مصيبت ځپلو خولې له داسې خندا څخه ډكوي، چې ازانگې به يې د لمر په نوراني ښاركې خوښي او خوشالي خپروي.

نو، ځكه له عدالت خوښوونكې او سوله دوسته نړۍ څخه د خپل شعر په خوږو جملو كې غوښتنه كوم، چې د بشريت ځوروونكى جنگ او نړۍ تباه كوونكې جگړې د تورو لوخړو پلوي تورديوگونډه كړي او پرې نه ږدي، چې د نړۍ د ورانولو او د ماشومانو په چاودلو شونډو د مليح تبسم د وچولو په خاطر ليوني خوبونه وويني او په خپل تور او نامقدس اتحاد كې د راټولو شويو شرمښانو په وسيله يې نړۍ سوزوونكى پلان تطبيق ته وړاندې كړي.

پريږدئ، چې سوله وي او د ورورولۍ، مينې او محبت نه په ډكه فضا كې د لمرخوشالوونكي وړانگې د نړۍ پرمخ وځليږى.

پريږدئ، چې انسان د خپلې نېکمرغۍ لپاره دانسان د هوساينې او سوكالۍ په خاطر خپله نړۍ، چې احسن الخالقين د خپلو بنده گانو د ازموينې لپاره پيدا كړې ده، نوره هم ښكلې اوښايسته كړي او زما د شعرعندليب په كې د سولې او دوستۍ سندره د ستورو روښانې نړۍ ته ورسوي.

+++


گرانه اشنا !  

تا و يلي، چې ژوند د پرله پسې مجادلې او مبا رزې ډگر دې هر څو ک د خپلې بقا لپاره هلې ځلې کوي، لاس او پښې وهي.

هو!  د دغو ټولو مجادلو او مبا رزو نتيجه منفي ده.

دا رښتيا ده او زه درسره کوم مخالفت په کې نه کوم؛ خو د ژوند شالید او پایلې ته نظر سړى بايد دومره ما يوسه نه کړي، چې له مجادلې او مبارزې لا س واخلي او د پایلې په هیله لاس تر زنې کېني.

تا ته، خو به هغه د شوپنهاور وينا يا ده وي، چې وايي: ژو ند د زرین ټوکر په شان مخ او څټ لري؛ ښه او بد يې له مخه په څټ کې ښه معلوميږي.

دغه شان په ژوند کې خوښي او خفګان، برى او ماتې دواړه شته، چې خوښي او برى د ژوند مخ او خفګان او ماتې درد او مصيبت د ژوند څټ دى. کومه پختګي، چې د خفګا ن او ماتې په برکت د انسا ن په برخه کيږي؛ په خوښۍ او برۍ کې يې تصور هم نه شي کېدلي. د ژوند حقيقت او ماهيت، خوند او لذت په دغو شيانو کې ډېر ښه معلوميږي.

د اناتو ل فرانس خبره (( هغه ا ساسا ت، چې ژوند مونږ ته ښکا ره کوي ، يا ژوند راته د تحمل وړښيى له دروغو څخه زيږي او پر موهوما تو تغذيه کيږي)) نو، ځکه بايد انسان يوازې د ژو ند ښکلې اړخ د ژوند مفهوم ونه بولي او خپله ټوله طبیعي هستي او انساني پانګه له دغه غولوونکي اړخ څخه قر با ن نه کړي.

ژوند لکه يو خوب لوړې او ژوري، ترخې او خوږې دواړه لري. د دواړو خيال ساتل او په دغو دواړو ډګرونو کې ځا ن با يلودل د ژو ند ضر وري شرط دى.

ښه اشنا !

خبره لږه يو څه فلسفې غوندې شوه؛ زما مطلب دادى، چې سړى با يد په دغو دواړو حالتونو کې ځا ن له لاسه ورنه کړي ا و په دغو دواړو ډګرونو کې مېړنۍ مبارزه وکړي او د ژوند لاره د ژوند لپاره انساني ژوند د غوښتنې سره سمه برابره کړي او دغه بهير او کاروان پرې وربرابر کړي.

خود خواهي او ځان غوښتل په مطلق ډول له ژوند سره موا فقت نه کوي، يوازې ځان غوښتل په حقيقت کې بشپړه او کامله خود خواهي په غيرخودخواهۍ کې پټه ده او اخلا ق هيڅکله انفرادي کيدلي نه شي.

که دا رښتيا ګڼې؛ نو دا هم ومنه، چې انسان يوازې د ځان لپاره نه دى، بلکې د انسانانو ژوندون د زنځير د کړيو په شا ن له یو بل سره تړلى دي. که يو انسان په غم او مصيبت کې ځان دومره و بایلي، چې حوادثو ته بې له کوم قيد او شرط څخه تسليم شي؛ نو په دې باور وکړه، چې انساني کرامت به په لوى لاس له لاسه ورکړې. 

د دې په ځاى، چې ژوند دده پر اوږو بار شي، دې د ژوند پر اوږو باريږي او په دې وسیله د ژوند د کاروان مخه راګرځوي او د خير په لاره کې خنډ کيږي، چې بيا نو د نورو انسانانو ژوند ته صدمه رسوي او له پښو څخه يې غورځوي.

د انساني ژو ند کمال په دې کې دى، چې خوښي ا و خفګا ن، عيش او مصيبت دواړه په سړه سينه ومني او په دواړو حالتونو کې د نورو نېکمرغي هم په نظر کې ولري او د انسانيت د احترام په نا مه د مېړني سړيتوب رپی او بيرغ پورته کړي او خپل انساني حيثيت له پامه ونه غورځوي.

+++

 

زړه ته را تېره اشنا !

داسې خلک به دې کم ليدلي وي، چې خپله پله سپکه او د بل درنده وبولي او د ځان په نسبت بل ته ارزښت ورکړي.

هو! زه دا منم، چې په خلکو کې هم ډېر توپير شته او د حق پلويان تل د ځان په نسبت نورمستحق بولي او قضاوت يې په عدالت او انصاف ولاړ وي!  داسې ياران ډېر دي، چې د شيطان په نغوته د هوا اوهوس تراغېزې لاندې دومره راځي، چې د خپل يوه کور د ودانولو لپاره سل کورونه ورانوي او د خلکو د ټول عمرد زيار او کړاوو محصول په يوه شېبه کې د سر صدقه کوي. 

له دوى څخه دغه حس په کروړونو ميله واټن لري، چې د الله (ج) پر مخلوق زړه سوى ولري او يا يې په ډېره مينه د رحم او عاطفي وړ بولي. همدغه عندي فيصلي او پرېکړې دي، چې د ژوند پراخه لمن يې له لانجو، شخړو او جنجالونو څخه ډکه کړې ده. 

دلته يوه بله خبره راپه يادشوه، چې په کارونو کې عدم تحقيق اوتش د بل په وينا باور کول ډېر نژدې خپلوان سره ليرې کوي، چې نتيجه او پایله يې له کورنيو جنجالونو څخه پرته بل څه نه ده. همدغه عدم تحقيق او يو اړخيز قضاوتونو دى، چې د انسان ژوند ته په اواره لاره کې د بدبينۍ کږلېچونه پيدا کوي او ډېر نژدې خواخوږي سره يو بل ته توره او برېښ شي.

که انسا ن د يوه اړخيز قضاوت له کوچنۍ دايرې څخه راووځي او د نورو دلايلو ته غوږ ونيسي او يا لږ ترلږه يو څه ځان ملامت وبولي او يوه اندازه زمينه مساعده نه شي، چې د غرض خاوندان په کې نغارې وډنګوي او ځان ته په کې مشغوله پيدا کړي.

ځيني خلک، چې په لافو راشي او په اصطلاح د غرض خاوندان بوس ترې لاندې کړي؛ نو داسې څه تر خولې وباسي، چې انسانيت ترې ووېريږي او له يو کونج څخه يو لاس پر غاښ او بل لاس پر غوږ حيران ورته ګوري او د تېښتې ګودر لټوي.

داسې خلک بايد په خپلو تېروتنو اوسهوو اعتراف وکړي او بايد غره نه شي، چې د ده دغه کار د مخاطب لوري له خوا ونمانځل شو؛ ځکه ډېر امکان لري، چې مخاطب لوری د ده حقيقي دوست نه وي، بلکې د دوستۍ تر پردې لاندې به خپل غرض پر مخ بيايي او يا به د کبانو د نيولو په نيت اوبه خړوي؛ نو د دغه راز ښکاريانو په شاباس او آفرين غولېدل د پوهو او رسيدلیو انسانانو کار نه دى.

په پښتو کې متل دې ته وايي، چې (( مطلبي په خټه اور لګوي )) نو ځکه د غرض خاوندان او حقيقي دوستان سره بېلول په کار دي.

انسا ن ته د شرافت او کرامت تاج د دې لپاره ور په سر شوی، چې د خپل ژوندانه په لارو چارو او عملونو کې د قهر او غضب پر وحت له فيصلي او پرېکړې ځان وژغوري. د قهر او غضب خبره مې؛ ځکه وکړه، چې په دغه راز مواردو کې عقل او فکر د خپل سنجش قوه له لاسه ورکوي او غيرې منتظره پایله ترې زيږي. 

+++

 

د قتیل خوږیاڼي ډرامو يوه نمونه: 

 

ميراث

کومیډي، انتباهي او انتقادي ډرامه

(په څلورو پردو كى):

لومړۍ پرده

كاركوونكي:

جمال: د شمينې مېړه

شمينه: د جمال ښځه

چابك: د جمال نوكر

سليم: د جمال وراره

ډيكور:

يو متوسط كور له مختصرو لوازمو سره.

كله، چې پرده پورته كيږي جمال او ښځه يى په چورت كې ناست دي. جمال خپلې ښځې (شمينې) ته مخ را گرځوي او وايي چې:

جمال: شمينې زما نه خو بيخي لاره وركه ده او هيڅ نه پوهيږم، چې څه وكړم څه مال او هستي، چې د پلار نه په ميراث راپاتې شوې وه هغه خو، سليم راسره نيمه كړه، خداي شته، چې دومره زور يى راكړ لكه، چې په پڅه چاړه يى رانه د وجود غوښې بېلې كړې وي. افسوس، چې پېنځه كسو ملامتولم او كه نه؛ نو د سر په كاسه كې به مې اوبه وركړى وى...

خيرڅه، چې وشول هغه وشول اوس ديم  خداى خير كړي گورو به... په هر حال خو زه نه پوهېږم، چې څه وكړم او څنگه دا خپل كار و بار برابر كړم. هرڅومره چورت، چې وهم فيصله رانه وركه ده.

هغه د هوښيارانو خبره، چې: ((كه مېړونه غرونه دي؛ نو ښځى يى اړمونه دي)) نو له تا سره هم سلا مشوره په كار ده. بيا به وايې، چې سړيه كار دې وكړ او زه دې په كې ونه پوښتلم او... (شمينه په خبرو كې ورلويږي):

سړيه! په سليم څه پړه اچوې وړيا خو دې نه دي وركړي، چې احسان پرې كوي، خپل وراره دې و او د خپل پلار حق يى درنه بېل كړ.

جمال: (په تونده لهجه) ته اوس قاضى كيږه راته مه. دا سمه ده، چې پردي رانه نه دي، خپل وراره مې دى، د زوی نه راته گران دى، خو ښځې لږ فكر خو په كار دى، د كومې ورځې نه يې، چې د خپل پلار برخه رانه بېله كړې ده يوه خوله پوښتنه مې نه كوي، چې كاكا څه حال لرې او څنگه يى. اگرچې د خداي فضل دى زه سليم ته احتياج نه يم او نه اړه ورته لرم؛ ځكه اوس هم هر څه لرم، خو زه دې ته حيران يم، چې زما او د سليم برخه برابره وه اوس، چې زه فكر كوم د هغه مال زما نه زښته زيات دى او زما دا دومره مال د هغه د مال په مقابل كې هيڅ شى نه دى.

شمينه: برخې، خو د دواړو يو شى وې تا په بې ځايه خرڅونو او جوارۍ برباد كړه او هغه ترې كار واخيست.

جمال: ښځې نورنه پوهيږم داسې يو چل په كار دى، چې د سليم مال او شته ټول زما شي. زما، خو بيخي خوب ورك دى؛ ټوله شپه په كټ كې اوړم را اوړم او په همدې سودا كې ډوب يم، چې د سليم مال به په څه ډول لاس ته راوړم او خپلوم به يې. كه واده يى وكړ او د كمال لور يې كورته راوستله نو بيا به...

شمينه: بيا به نو څه وشي ؟

جمال: بيا به داسې وشي، چې په خپله به ورته حيرانه وې او په پرتوگ به يى نه پوهيږي؛ خو همدا اوس يې غم په كار دى.

((په دې كې چابك، چې د جمال نوكر دى راننوځي او سلام كوي))

- باداره خان باداره سلام اليكم !

جمال: واليكم سپيره چېرته ورك وې؟

چابك: باداره!   ورك نه وم كار مې كولو.

جمال: ښه نور.

چابك: نور ښه نور، ته ودرې باداره، چې زه فكر وكړم؛ چې څه ول نور. ښه باداره! نور.

جمال: ورك شه، لوده، غالمغال پرېده.

چابك: باداره غالمغال، خو مې نه دى كړى په نور كې فكر كوم. رښتيا باداره را په ياد شو. ښه نور، څه شى دى، دغه دا دى، څه بلا دى، كه دې فكر وي كه نه، هغه... ولا باداره په زړه مې گرځي، خو دا ستونى مې لږ تنگ دى خولې ته نه را جگيږي.

جمال: ورك شه مسخرې پرېده. شمينې! چابك ته يو چاي راوړه.

((شمينه پاڅيږي))

چابك: باداره! سلامت اوسې بي بي مه پازابوه چاى نه څښم.

جمال: ورك شه ما ځانته راغوښتى دى.

چابك: موږ څه خبر وو زما نوم دې په كې واخيستو، ما وې كه زما غم دې وخوړ. رښتيا باداره هغه د نور خبره پاتې شوه.

جمال: ښه وايه كنه كم عقله څه خبره وه.

چابك: نه باداره كم اكل راته مه وايه، چې زه بيا خپه كيږم هماغه پخوانى تلخص(تخلص) مى بس دى.

جمال: ښه ته اوس خبره كوه.

چابك: د نور خبره، نور؛ خو دا، چې باداره! زه، چې حويلۍ ته راننوتلم سليم جان راته ډېره كلكه ستړي مشي وكړه او دا يې هم راته وويل، چې كاكا ته مې سلام وايه.

جمال: كينه لوده! كاكا ته مې سلام وايه. تم د خبرو شوې؛ سليم كله زما پوښتنه كوي.

چابك: نه باداره! په سليم جان؛ خو ته ډېر گران يې په هر ځاى كې دې صفت كوي.

جمال: چوپ شه ورك شه! په سليم جان؛ خو ډېر گران يې، تم په گرانښت پوه شوې بدبخته! زه به هغه وخت په سليم گران وم، چې يو ځاى راسره اوسېدلى؛ خپل مال او دولت يې ټول را سپارلى واى.

چابك: رښتيا دې ووی باداره! په دې كې؛ خو سل په سلو ملامت دى. دا؛ خو ډېر بد كوي، چې مال درنه منع كوي، اخر تره يې يې د خپل زوی غوندې دې ساتلى دى.

باداره! كه خوښه دې وي زه به ورته ووايم، چې در يې كړي.

جمال: دا لوده وگوره دا! هغه زما نه مني، چې د زوى په شان مې لوى كړى دى. خوله گوره او خبرې.

چابك: زه څه خبر وم ما وى كه زما ومني.

جمال: لوده! منل منل پريده يوه سمه چاره ورته گوره.

چابك: د څه شي چاره.

جمال: د دې چاره، چې دا مال او دولت يې ټول زما شي.

چابك: نورمال هم غواړې. اوس، خو ټوله ورځ ناكراره يم؛ كه د سليم جان مال دې خپل كړ، نو بيا به د شپې هم په كرار نه يم.

جمال: ته كم عقل يې، د سپيره زويه! كه د سليم جان مال زما شو نور نوكران به دې د لاس لاندې پيدا شي او ته به ورباندې اوالداري چلوې.

چابك: نورنوكران! باداره په نورو نوكرانو كې دې نه يم بيا به راسره جنگ كوي؛ نور كارونه به درنه پاتې وي ايله به ټوله ورځ زموږ جنگونه خلاصوې. نه، نه! په نورو نوكرانو كې دې نه يم.

جمال: لوده! له اوالدار سره څوك جنگ نه كوي.

چابك: اوالدار! يره باداره دا اولداري مې ډېره خوښه ده راشه كنه باداره! زياتي ماته اولدار وايه، چابك اوالدار.

جمال: دا خېله گي پريده! په چاره كې فكر كوه.

چابك: چاره(په خندا) باداره! ډېر زورور سړى مې وليدې. چاره، خو يې اسانه ده.

جمال: څنگه اسانه ده. ښه شابس ته ووايه.

چابك: اگر چې باداره سليم جان مېړه ځوان دى، د خوار او غريب په كاريږي او تانه په ما زيات زهير دى. 

زړه مې هم ورباندي نه كيږي؛ خو وايم يې. باداره! كه خوښه دې وي راشه، چې مړ يى كړو؛ خو هو! خون يى ستا په غاړه.

جمال: ولا چابكه ته؛ خو ډېر هوښيار سړى يې، بده دې ونه وی، خون به يې په بل چا ورواړوو؛ خو دا راته وايه، چې څنگه به يې مړ كړو.

((په دې كې د پښو اواز خيژي چابك وايي، چې)):

- چوپ! چوپ! چوپ شه باداره! په خوله لاس کېده دا خبرې نورې پرېده لكه، چې څوك راغى.

سليم: كاكا جانه سلام عليكم!

جمال: واليكم سلام. سليم جانه زويه! په خير راغلې. هى هى زويه! څه پلاردې و. خداى دې هغه وبښي، چې يوسات به يې ونه ليدلم دنيا به ورباندې قيامت وه او ته په دا يوه حويلۍ كې سر نه راښكاره كوې!

هى هى څه بې مينې زمانه ده.

سليم: ولا كاكا جانه! اگر، چې ډېرمې يادېږئ او هر وخت مې په زړه گرځئ، خو څه وكړم كارونه زيات دي، د شپې هم له كاره نا وخته خلاصېږم. كله په يو ځاى كې وظيفه او كله په بل ځای كې، نه وزگاريږم، چې خدمت ته دې حاضر شم.

جمال: بچيه! ژوندى دې وې. اوس هم ستا په باره كې له چابك سره غږېدم، چې سليم جان شكر دې اوس ځوان شوى دى او واده ورته په كار دى.

پلار دې خداى وبښه(د مكر ژړا) د هغه هم د مرگ دوه كاله پوره شول، نور نو ورته مه گوره. بچيه! په ژوند څه باور دى، زه هم اوس سپين ږيرى يم. دا مې ارمان دى، چې د واده ډولۍ دې په غړيدلو سترگو وگورم.

سليم: ولا كاكا جانه! گورو به.

جمال: بچيه! زه پوهيږم، چې د كمال لوردې خوښه ده. زه چې كله كله انگړ ته ووځم د باجې غږ دې اورم چې د هغې په باره كې سوي، سوي زګېروي كوي.

چابك: خان باداره! د څه شي زگيروي. سليم جان؛ خو څه ناجوړه نه دى، چې زگيروي كوي.

جمال: چوپ هلكه! ته په دې خبرو نه پوهيږې، نو سليم جانه زويه! كه خوښه دې وي هماغه به درته وكړم، چې سات دې ورسره تېر وي.

سليم: كاكا جانه! زما خوښه، خو ستا په لاس ده؛ ته، چې څه وايې زه ترې غاړه نه غړوم.

جمال: اوس ستا خوښه ده.

چابك: زما هم خوښه ده.

سليم: كاكا جانه! ته، چې هرڅه كوې زما پرې رضا ده.

جمال: ښه ده، چې خوښه دې ده. تاسې چاى سره څښئ زه به ورشم او ورسره فيصله به يې كړم.

سليم: زه هم خپل اتاق ته ځم درسونه مې لږ مشكل دي گورم يې.

چابك: بادار جانه! د سليم جان باداركار مې زر خلاص كړه.

((دوى پاڅيږي او پرده كش كيږي)).

د لومړۍ پردې پاى

***

 

دويمه پرده:

جمال د كمال كره

كار كوونكي

كمال: د زینبو پلار

قسيم: د زينبو ورور

جمال: د سليم كاكا

بدمير: د كمال نوكر

ډيكور:

((يو متوسط كور له مختصرو لوازمو سره)).

((چې پرده پورته كيږي كمال له خپل زوى قسيم سره ناست دى. بدمير د كمال نوكرپه يوه گوښه كې د پښو په سرناست دى.

كمال: بچيه پهخپلو سبقو كې كوښښ كوه، په موږ خو تېره شوه، چې ته له خپلو همزولو وروسته پاتى نه شې. زويه! نن ورځ د علم دنيا ده، قدر او عزت ټول د علم په واسطه حاصليږي. ټول فضيلت په علم كې دى او نن هغه څوك د قدر وړ دى، چې عالم وي.

قسيم: پلاره! زموږ د مكتب په كتابونو كې ليكل شوي، چې: ((پوهنه رڼا ده)) خو زه په دي نه يم پوه، چې دا پوهنه څنگه رڼا ده.

كمال: هو بچيه! موږ ته به هم استاد همدا خبره كوله، علم او پوهه په رښتيا رڼا ده. يعنى علم انسان ته د ژوند لارې روښانه كوي او په سمه لار يې برابروي، قدم يى له ښوئيدلو ساتي، نو ته هم زويه كوښښ وكړه، چې پوه شې او د خپل ژوندون نيمگړتياوې د علم په وسيله پوره كړې.

قسيم: هو پلاره! چې كوښښ ونه كړم؛ خو بيا ناكاميږم.

بدمير: دروغ وايي. باداره! ټوله ورځ په كوڅه كې له هلكانو سره ډۍ كوي او ټكى سبق نه وايي.

قسيم: چوپ شه ورك شه! دروغ څله وايې.

كمال: نه زويه! وخت خوشې مه تېروه. همدا دې وخت دى بيا به ارمان كوې.

بدمير: هو! باداره لكه زه، چې ارمان كوم.

((په دې كې د انگړ دروازه ټكيږي.))

كمال: هلكه بدميره! ته وگوره، چې څوك دي!

بدمير: ورك يې كړه باداره څه يې راباندې گورې، چې دروازه ټكوي ضرور به څوك وي نو.

كمال: سپين سترگيه! ته؛ خو يې وگوره، چې څوك دى.

بدمير: ښه! كه څوك و رايې ولم كه رخصت يې كړم؟

كمال: بدبخته! ته؛ خو يې اول وگوره، چې څوك دى!

بدمير: ښه باداره په سترگو!

((دروازې ته ورځي او بېرته راځي. وايي، چې:

هغه ډېر گوى دى ورك يې كړه رخصت به يې كړم.

كمال: څوك وا بدبخته!

بدمير: څه دى؛ هغه ډېر، چې غږيږي او د خلكو ماغزه، چې خوري.

كمال: څوك؟ ته، خو يې نوم واخله.

بدمير: هغه څه نوميږي؛ دغه دى دا، هغه جمال خان ورته وايي كه څه ورته وايي.

كمال: بدبخته! هله زر يې راوله.

((بدمير ورځي او جمال راولي)).

جمال: ان شاء الله، چې سياه سرې؛ خو به نه وي.

بدمير: زموږ ټولو سرونه تور دي، څه سپين سري؛ خو نه يو.

جمال: سلام اليكم! كمال خانه ياره څنگه يې؟

كمال: وعليكم وعليكم! په خير راغلې اشنا پس له ډېرې مودې؛ څنگه دې لاره غلطه كړه، كوركې خيريت دى، سليم جان ښه و.

جمال: شكر. ستاسې په كور كې خيريت دى؟

بدمير: بالكل خيريت دى. زه؛ خو بيخي جوړ يم. حتا، چې په سر مې هم نه دى درد شوى.

كمال: هلكه! چوپ شه، ته مه غږيږه.

جمال: يره بدميره! ته، چې جوړ يې؛ نو ټوله دنيا جوړه ده.

بدمير: سلامت اوسې باداره.

كمال: هلكه بدميره! ته لاړ شه جمال ماما ته چاى راوړه.

بدمير: خان كاكا تور خوري كه شين كه....

كمال: ځه ورك شه! شين ورته راوړه.

جمال: نه، نه! چاى ته حاجت نه شته. چاى مې بيخي ډېر څښلى، مينه مې ورته نه كيږي.

بدمير: څښلى به دې و.

كمال: هلكه بدميره! چټي كړتې مه كوه، ورك شه.

بدمير: څه بد، خو مې ونه وى باداره! پوښتنه ښه ده.

كمال: ښه جمال خانه اشنا! څنگه دې زموږ غريبانو پوښتنه وكړه او دې خوا راغلې.

جمال: ولا ډېره موده وشوه، چې نه مې يې ليدلى؛ زيات مې يادېدې، رښتيا درته ووايم همېشه مې په زړه گرځېدې. دنيا يې چاري دى اور واخلي سړى نه پرېږدي، چې دوستان او اشنايان وگوري. نن مې ټول كارونه پرېښودل ما وی، چې ودې گورم، ضمناً مې يوه خبره هم در سره كوله.

كمال: هركله راشې! ډېر دې ښه وكړل، چې راغلې. وايه كه نه! څه خبره ده مهرباني وكړه.

جمال: ولا لږ د شرم خبره ده، كه دوى ووځي بده به نه وي.

((بدمير او قسيم ته اشاره.))

كمال: هلكه قسيمه بچيه! ته او بدمير ووځئ، چې زه له جمال سره وگړېږم، چې څه وايي.

((بدمير له قسيم سره پټ لگيا دى راځه، چې په دروازه كې ورته غوږ ونيسو، چې څه وايي.))

بدمير او قسيم دواړه وځي. كمال جمال ته مخ را گرځوي، چې:

دا زما وراره، خو به پېژنې كه نه! سليم درته ښيم.

كمال: هو! ډېر ښه يې پېژنم، ډېر ښه هلك دى. څنگه يې نه پېژنم.

جمال: ته غوږ كيده سړيه، چې زه درته څه وايم. ښه هلك دى د خبرى نه خبر نه يې ساده سړيه او وايې، چې ډېر ښه هلك دى. په څه ښه هلك دى؟

كمال: خبره څه ده؟ ته، خو وايه كه نه! (متوجه كيږي).

جمال: خبره دا ده، چې سليم په هرځاي كې لگيا دى ستا نوم بدوي او وايي، چې زه د زينبو سره مينه لرم او هغه زما سره مينه لري او كله كله، چې مخ شو د مينې خوږه مركه سره كوو. زه په هغې ميين يم او هغه په ما میینه ده.

كمال: (په تونده لهجه) دا خبره بالكل غلطه ده. زه يقين نه كوم، چې داسې خبرې به د سليم له خولې ووځي. د سليم لاره ماته معلومه ده، هغه هيڅكله داسې خبرې نه كوي.

جمال: (له مكره په ډكه لهجه) سړيه ته ساده كيږه مه زمانه خرابه ده په چا مه غوليږه! زه درته وايم، چې سليم په هر ځاى كې همدا خبرې كوي او ته يې نه منې.

كمال: (په تريو تندي) جمال خانه! خواهش كوم، چې له دې خبرو خوله ونيسه. ته نه شرمېږې، چې د خپل وراره سپكه كوې او نوم يې بدوې. بله دا، چې ماته خداى داسې لور راكړې، چې زه په ټوله معنا ورباندي باور لرم.

جمال: خدايږو زه درته سوگند كوم، چې همداسې ده.

كمال: (په غوسه) جماله! خوله ونيسه. هوش كوه، چې نورې دا خبرې ونه كړې. بدبخته! وځه كه بيا مې په دې طرف وليدې پښې به درباندې ماتې كړم. نابوده سړيه په دې نابودو خبرو.

جمال: زما يوه د مسلمانۍ خبره وه درته مې وكړه، خو په تا بده ولګېده. رښتيا، چې د رښتياوو وخت نه دي.

كمال: بس نور ونه غږيږې! جگيږه، پاڅه....

((د دوى غالمغال پورته كيږي. په دې كې بدمير راننوځي او وايي، چې)):

بدمير: باداره! څه خبره ده؟

كمال: هسې چټي دا؛ خو په خپله نه شرميږي، غواړي، چې هم خپل وراره وشرموي او هم نورو ته بدنامي واړوي.

بدمير: باداره! ويې باسم.

كمال: ويې باسه!

((بدمير جمال له لاسه نيسي او وباسي يې. پرده پريوځي.))

((د دوه يمې پردې پاى)).

 

درېيمه پرده:

د سليم مرگ

كار كوونكې:

جمال: د سليم كاكا

شمينه: د جمال ښځه

چابك: د جمال نوكر

سليم: مړى

د سمت مامور او دوه تنه پوليسان

ديكور:

((يو ښكلى كور له نسبتاً ښه فرنيچر سره)).

جمال، شمينه او چابك درې واړه سليم وژني. تومانچه د مړي په لاس كې وركوي او د هغه لخوا يو ليك(خط) هم ليكي.

د پردې له پورته کېدلو سره سم د تومانچى ډزكيږي. پرده چې پورته كيږي د سليم مړى د كټ د پاسه ليدل كيږي. تومانچه يى په لاس كې ده او د كټ تر څنگ پرزمكه يو خط هم پروت دى، چې يو څو څاڅكي وينه پرې تويه شوې ده. د تومانچې له ډز سره يو ځاى جمال، شمينه او چابك په چالاكۍ منډه را اخلي، د خلكو د غولولو لپاره غالمغال كوي او جمال په مكرجنه لهجه وايي:

سليمه بچيه! د پلار يو زوى او ايكى يوه نښه وې. هى هى (په ژړا) ما وې، چې زه به ستا ډولۍ په خپلو سترگو وگورم. افسوس، چې ځوانيمرگ شوې او ظالمانو خپله خوا درباندې يخه كړه.

سليمه بچيه! بې تا؛ خو ماته ژوند خوند نه راكوي، زما ملا دې راماته كړه.

شمينه: زما د لېور گرانه زويه! د زينبو پسې دې خپله ځوانى خاورې كړه.

((جمال د پوليسو امريت ته تليفون كوي او د قتل اطلاع وركوي، چې)):

جمال: بلې... د پوليسو امريت دى...امر صاحب يى... هلئ ډېر زر (3069) لمبر كورته تشريف راوړئ. زما وراره سليم جان خپل ځان په خپله وژلى دى، يو خط يى هم ليكلى دى... هو... په خط كې... يې ليكلي دي، چې ما د كمال خان د لور زينبو سره مينه درلوده څنگه، چې پلار يې خپله لور رانه كړه او زموږ مينه يې ناكامه كړه، دې ته مجبور شوم، چې ځان ووژنم. د ځان قاتل زه په خپله يم، زما په مرگ دې حكومت زما تره او نور خپلوان نه نيسي.

هو... هو صاحب! دا د هغه خط دى. مهربانه يې صاحب... د خداى پامان.

جمال غوږۍ(گوشك) ږدي اه او فرياد كوي. په دې كې د پوليسو امر له دوه تنو پوليسانو سره راننوځي. د څارندوي امر د سليم له لاسه تومانچه اخلي دسمال پرې دپاسه غوړوي. بوي كوي يې او يو نظر د كور په خلكو اچوي.

جمال، چابك او شمينه ټكان خوري. شمينه مخ پټوي او وايي، چې:

وۍ امر صاحب! ما، خو له ډېرې وارخطايۍ مخ هم درنه پټ نه كړ.

د پوليسو امر: د سليم ليكلى كاغذ چېرته دى؟

جمال: صاحب! دغه دى. خداې دې تا اّباد لري، د بچيانو له غمه دې خداي وساته. ((كاغذ را اخلي او وركوي يې.(( امر د سليم كاغذ په زوره لولي.))

امر؛ هم، سر خوځوي او بيا د كور په خلكو مرموز نظر اچوي. د كور خلك بيا ټكان خوري.

جمال : صاحب! دې زما وراره له زينبو سره مينه لرله. كله، چې د زينبو پلار د لور له وركولو انكار وكړو دى مجبور شو او ځان يې وواژه. همداسې نه ده چابك خانه!

چابك: بالكل، بالكل، خان بادار صيب له خط يې مالوميږي.

امر بيا پر دوى مرموز نظر اچوي او هر يوه ته گوري. دوى درې واړه له وارخطايۍ لړزيږي، خصوصاً چابك. امر ته دا پته لگيږي، چې سليم حتماً د كور د خلكو له خوا وژل شوى دى او دا خط او دغه نورې علامى او نښې نښانې يوازي دسيسه ده او بيا وايي:

اممممم (سر خوځوي) ښه ده؛ تاسې، چې د تكفين او تجهيز ترتيبات نيسئ. موږ به مړى د عدلي طب د كتنې لپاره يوسو. تاسې تشويش مه كوئ موږ حتماً د واقعې حقيقت ځانته معلوموو. تر هغې، چې پوليس پېښه كشف نه كړي څوك نه نيسي او نه د چا په نيولو اقدام كوي.

((دوى مړى له ځانه سره باسي. ټول پورته كيږي او پرده راټيټيږي.))

د درېيمې پردې پای

 

څلورمه پرده

د جمال كور

كار كوونكي

جمال: د سليم تره

اسد: د جمال دوست

تورگل: د جمال دوست

گونگى: د جمال نوكر

د پوليسو امر

ډيكور

((له لوكس فرنيچر سره د جمال كور))

كله، چې پرده پورته كيږي؛ جمال، گونگى، اسد او تورگل سره ناست دي. جمال خپل نوكرگونگي ته مخ را گرځوي او په اشاره ورته وايي چې:

هلكه گونگيه! ته يو قلم راوړه.

گونگى: هُم، هُم، هُم (يعنى څه شى راوړم).

جمال: ((بيا په اشاره )) قلم راوړه قلم.

گونگى: هُم ((يعنى پوه شوم)).

((گونگى ځي د لرگيو ماتولو قلم او څټك راوړي او جمال ته يى په مخكې ږدي. جمال خاندي او ورته وايي، چې)):

كم بخته! قلم راوړه د خط ليكلو قلم.

گونگى: (د سر په اشاره) پوه شوم.

گونگى ځي او جمال ناستو كسانو ته وايي چې:

يره له دې گونگي سره مې بيخي سات تېر دى، ډېر ښه سړى دى په يوه خېټه راسره نوكر دى، ډوډۍ وركوم او كار كوي.

اسد: دا، خو بيخې ارزانه نوكر دى. كاشكې، چې دوه درې كسه نور هم داسې پيدا كړې.

((په دې كې گونگى قلم راوړي او جمال ته يې وركوي. اسد تږى كيږي او جمال ته وايي، چې)):

خان كاكا! زه، خو ډېر تږى يم؛ له دې بلا سره دې ته په خبره پوهېږې. پوه يې كړه، چې اوبه راوړي.

جمال گونگي ته اشاره كوي او خپلې خولې ته لاس وروړي چې:

اوبه راوړه.

گونگى: هُم هُم. ((ځي او د نسوارو ډبلى راوړي او وركوي يې)).

اسد: دغسې اوس په ښه بلا واوښتو، موږ اوبه غواړو او دى نسوار راوړي.

جمال: غرق شې بدبخته! اوبه راوړه ((بيا د اوبو اشاره ورته كوي)).

گونگى: ((په سر اشاره كوي، چې: پوه شوم. ځي او دا ځل بوتل راوړي)).

اسد: هن (په خندا) كه خيروي دا كرتى يى تفدانۍ راوړله.

جمال: او كم عقله اوبه راوړه! ((په لاس د منگي او گيلاس اشاره ورته كوي، چې له منگي يې په گيلاس كې واچوه او رايې وړه.

((گونگى ځي او دا ځل په خپله منگى راوړي)).

اسد: سړى، خو ډېر هوښيار دى. زموږ په اندازه نه پوهېده، ټول منگى يې راوړ.

جمال: کېده منگى، ځه لاړ شه! ورك شه، گيلاس راوړه.

((گونگى ځي او گيلاس راوړي)).

اسد: يره خانه! دا بلا، خو وركه كړه. ته؛ خو وايې، چې په يوه خېټه راسره نوكر دى، خو سل به دې كړي.

جمال: نه اشنا! د دې پسې مه گرځه، ډېر پاك او صادق نوكر دى.

اسد: هر څه، چې دى؛ ستا نوكر دى. دا خبرې پرېده! اوس زموږ كارخلاص كړه، چې حق په حقدار شو سره. اوس د سليم له مرگ ښايسته ډېره موده تېره شوه او هنگامه سړه شوه، زموږ پاتې پيسي راكړه د سليم خون موږ واخيستو او په مال يې ته خاني كوې.

جمال: پرېده مړه دومره وارخطا كيږه مه! چاى به سره وڅښو، بيا به پيسې دركړم. زه له تاسې ډېر خوښ يم. په داسې شان مو سليم راته وواژه، چې بيخې څوك په دې ونه رسېده، چې څنگه مړ شو او چا مړكړ.

((گونگى، چې ځان يې په بل څه مصروف كړى؛ خو غوږ يې د دوى خبرو ته نيولى دى، جمال په اشاره ورته وايي، چې)).

هلكه گونگيه! چاى راوړه.

اسد: خانه! سم يې پوه كړه، چې دا ځل به سماوار راوړي.

((جمال گونگي ته په لاس د چاينكې او پيالې اشاره كوي او ورته وايي، چې چاى راوړه)).

((گونگى ځي په پتنوس كې څو عكسونه ږدي او دپاسه پرې پتنوس پوښ اچوي، راوړي يى او جمال ته يې په مخكې ږدي. جمال خان د پتنوس پوښ ليرې كوي؛ په مجرد د دې، چې پتنوس لوڅيږي ټول په وارخطايۍ گونگى ته گوري او بيا په خپلو كې سره يو بل ته گوري. جمال گونگي ته وايي)):

بدبخته گونگيه! ما درته ووې، چې چاى راوړه تا عكسونه راوړل. دا دې له كومه كړل؟

گونگى: ((په اشاره )) همدا يې راكړل، چې يوسه!

جمال: څه شى، څه شي، څه وايې بدبخته! چاى راوړه، تا څه راوړل. ((گونگى په دې وخت كې خپل مكياژ ليرې كوي، د خپلې پوليسۍ كارت ورته ښيي او بيا وايي، چې)):

دا ستاسې عمل نامه ده.

جمال: او بدبخته! ته، خو تر اوسه گونگى وې كنه.

گونگى: ها ها ها (په زور خندا) زه گونگى نه وم، بلكې زه پوليس يم، چې د سليم د قتل د واقعې د كشفولو لپاره ستا په كور كې د نوكر په حيث موظف شوى وم. ډېر ښه شو، چې خپله راسپارل شوې وظيفه مې په بري ترسره كړه.

اسد، تورگل او جمال غواړي، چې په څارندوى حمله وكړي، مگر هغه يې د تومانچى په ذريعه تهديدوي او ځان تيليفون ته رسوي، د تيليفون غوږۍ را اخلي او د پوليسو امريت ته زنگ وهي. د څارندوى آمريت، چې رخ كيږي اسد حمله ورباندې كوي، په دې وخت كې پوليس ډزې كوي، د پوليسو امر په غوږۍ كې د تومانچې ډزې اوري او ځان هغه كورته رسوي، چې پوليس په كې د كشف الحال په خاطر موظف شوى دى او تومانچه په لاس سالون ته ننوځي او غږ كوي:

د پوليسو امر: خبردار شور ونه خورئ؛ بدبختانو، خونيانو، قاتلانو، ځاى په ځاى حركت ونه كړئ.

بدبخته جماله! د دنيا د يو څو پيسو په مقابل كې دې د خپل گران ورور زوى وواژه. ماده پرست انسانه، خون خوره! ته له خدايه نه وېريدې، چې د سليم ځواني دې له خاورو سره برابره كړه. زما د اول نه په تا بدبخت باندې يقين راغلى و، چې د دې معصوم زلمي قاتل ته پخپله يې، مگر راته ثابته نه وه. هماغه و، چې د هېواد د دغه فدا كار بچي پوسيله مى پېښه كشف كړه. اوس تاسې او د قانون منگولې.

((بيا د څارندوى خوا ته ورنژدې كيږي، پر تندي يې ښكلوي او ورته وايي)):

شابس، چې په پوره فداكارۍ دې له حقيقت پرده پورته كړه او دا ظالم كاكا دې له اسنادو سره گير كړ.

حكومت په خپلو دغه راز سپېڅلو او رښتينو خدمتگارانو افتخار كوي. قاتلانو مخكې شئ!

((دوى ځي او پرده راپريوزي)).

( اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۰۵۲-۱۰۵۷مخونه/ پښتو ویکیپيډيا/ د قتیل کورنۍ/ ټولنیزې رسنۍ/ د لیکوال یادښتونه)

-------------



                                                                                                                                          قدرت الله حداد



قدرت الله حداد د سید احمد څرخي زوی، د ۱۹۳۱ع کال د اوکتوبر په درېیمه = د ۱۳۱۰ کال د میزان په لسمه د کابل ښار د اهنګرانو په کوڅه کې زیږېدلی دی. 

په ۱۹۹۳۸ع = ۱۳۱۷ل کال د کابل په یوه لومړني ښوونځي کې شامل شو. تر هغه وروسته نجات ښوونځي ته لاړ او له لسم ټولګي یې فارغ شو. بیا یې د سړکونو له یو انجینر سره د جرمني ژبې ترجماني کوله. دا وخت یې د لیکوالۍ شوق پیدا او له مطبوعاتو سره اشنا شو. 

په ۱۹۵۰ع = ۱۳۳۱ل کال د ایېنې جریدې مرستیال وټاکل شو. په ۱۳۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال د پامیر جریدې مدیروټاکل شو چې په اوونۍ کې یې دوه ځل خپروله. په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال د اتاق تجارت د بهرنیو اړیکو سرکاتب و او اقتصاد جریده یې هم چلوله. بیا یې د مخابراتو په ښوونځي کې د پښتو ژبې تدریس کاوه. په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال د اتاق تجارت د اقتصاد جریدې مرستیال وټاکل شو. یو کال وروسته د مطبوعاتو د ژورنالېزم په کورس کې د زده کوونکي په توګه شامل شو، خو تر پای ته رسېدو مخکې دا کورس بند شو. دا وخت یې د لویو اقتصادي پوهانو کتاب په پښتو وژباړه چې دوه کاله پرله پسې په اقتصاد جریده کې خپرېده. 

په ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل د سرې میاشتې ټولنې د تبلیغاتو د لوی مدیر کفیل وټاکل شو، دا وخت یې د سنبلې په میاشت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې پنځلس زره ډالري مرسته د ایران په قزیون کې زلزله ځپلیو ته یوړه، په دغه سفر کې یې د تهران، اصفهان او شېرزا تاریخي موزیمونه ولیدل. 

څه وخت وروسته حداد د کابل ښاروالۍ د پامیر جریدې مسوول شو، بیا د انیس جریدې مرستیال وټاکل شو. 

بیا یې په نجات لېسه کې تدریس پيل کړ او د تاریخ او جغرافیې ښوونکی شو او ورسره د پښتو ټولنې غړی هم و. 

قدرت الله حداد د افغان ملت د ګوند مشر انجینر غلام محمد فرهاد ورور و، چې دی هم ورسره په دغه ګوند کې فعال و او د افغان ملت د جریدې د چلولو مسوولیت دده په غاړه و. 

د شاهي نظام تر پرځېدو وروسته په خپلواکو رسنیو د بندیز له امله حداد کورناستی شو او چې په ۱۹۷۸ع اپرېل = ۱۳۵۷ل غويي کې جمهوریت سقوط شو، قدرت الله حداد او ورور یې غلام محمد فرهاد بندیان شول. په ۱۹۸۰ع = ۱۳۵۹ل کال چې له بنده خوشې شو، پېښور ته کډوال شو، هلته یې د افغان ملت د ګوند سیاسي فعالیت پیل کړ. هلته ورته د ژوند شرایط خراب شول، نو جرمني ته کډوال شو، خو تر څه وخت وروسته امریکا ته لاړ او د ژوند ترپایه هلته په ویرجینیا ایالت کې اوسېده. 

حداد د افغانستان د ازادۍ او پرمختګ لپاره ډېر سیاسي فعالیتونه وکړل، دی ډېر وخت د افغان ملت د ګوند مشر و او ګڼ پښتانه ملتپال پرې ورټول وو. ده په ورستیو کې له خپل نامه سره دویم تخلص د فرهاد په توګه هم لیکه. 

دی د ۲۰۱۱ع کال د ډېسمبر په ۱۵مه = ۱۳۹۰ل د قوس ۲۴مه نېټه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې وفات او هملته ښخ شو.

د حداد لیکنو او اثارو ادبي جایزې هم اخیستي دي. په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال یې « د پښتونولۍ د لارې مشال» په نامه لیکلي کتاب د رحمان بابا لومړۍ درجه جایزه وګټله. په ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل کال یې « د لویو ارواګانو » اثر هم جایزه واخیسته. 

حداد شاعر نه و، خو لیکوال و، په پښتو، دري، جرمني او اوردو ژبو پوهېده. 

حداد د لنډو کیسو او د پښتو او پښتونولۍ په باب د لیکنو او اثارو خاوند دی او ځانګړي اثار یې دادي: 

اثار

۱.د پښتو او پښټونولۍ د لارې مشال

۲.لویې ارواګانې 

۳.د احمد شاه بابا میراث ( تاریخي پېښې)

۴.پښتون، افغان، افغانستان، چاپکال ۱۳۸۰ل

۵.د افغان ملي تاریخ( دوه ټوکه)، د ۱۳۸۳ل کال چاپ

۶.د ملي تاریخ فلسفه او پښتونولي

د نثر نمونه:

د عزم خاوند 

کړاغی سترګې یې ورو ورو غړولې، له خبرو سره به یې کوم غړپ چای هم تېر کړ، بڼه یې توره اوښتې وه. تا به ویل چې پرهډوکو یې توربخن پوستکی غوړول شوی دی. 

په خبرو کې به یې غاړه جګه نیوله او لیرې به یې کتل، په ډېر غرور به یې دا خبره کوله: ما هغه چارې نه دي کړي، کومې چې زما وجدان نه دي منلي، اوس مې هم غاړه سړه ده، ځکه چې اوه کاله مې د سړې وسپنې زنځير په غاړه کې پروت و. پښې او لاسونه مې هم دغه شانې دي. لا څلور کاله مې نه وو تېر کړي چې د سر ويښتان مې توی شول- زنې ته یې لاس ونیو- څو ډکي ږیره راپاتې ده، لږ موسکی شو او زیاته یې کړه، دا هم یوه پانګه بولم چې بل وار ته به یې بایلم. 

سپين برېتونه، لوغړن مخ د دردونو لوی داستان و. کله کله به یې ګېډه ټينګه ونیوله او ویل به یې: په ګېډه کې دننه یو ټپ لرم چې هر راز خواړه نه شم خوړلی. موږ هم تر ده بل ځيلي دوه بول نه و لیدلی. 

خپل د ژوند پېښې یې بیانولې، هره صحنه یې تر زغملو پورته وه. 

ده وویل چې، لرغونو پښتنو هیڅ هغه قانون نه دی منلی، څو ددوی له وجدانه سره سم نه و برابر شوی. تاسو به لوستلي وي چې دوی عربو سره یوه نیمه پېړۍ جنګېدلي، سکندر، مغلو او انګلیسانو باندې یې بدې ورځې راوستي. لږ ځير شئ، دقت وکړئ، هغوی هیڅ قانون ونه مانه، څو د هغوی له وجدانه سره سم نه شو. 

ده وویل هغوی ظلم او تېری نه مانه، د بل واک ته یې غاړه نه ایښوده، خپل واک یې ساتلی و. دا خو وشوه، زېرمې، زمکې یې هم نه وې وېشلي. 

دی مو وپوښتېد، ستا د ژوند د ځوانۍ پسرلی چې په داسې کړاو کې تېر شو، نو تاته د ژوند څه خوند پاتې دی؟

بیا یې غاړه جګه کړه او هماغه خبره یې په خورا غرور وکړه، ما هغه چارې نه دي کړي، کومې چې زما وجدان نه دي منلي. 

زیاته یې کړه چې: په ځان کړاو منل تر هغه ډېر ښه دی چې د غندنې وړ قانون عملي کړو او یا د بدو مقرراتو د انفاذ وسیله وګرځو. 

ښکاره شوه چې دده د ژوند لوی ویاړ او خوند دغه شی دی. چې ده هغه چارې نه وې کړې، کومې چې دده وجدان نه وې منلې. 

(اوسني لیکوال ۳ ټ، ۱۰۵۸-۱۰۶۲مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)

---------------

قلندر 

قلندر د فتح محمد زوی د میرحسن لمسی په خټه اڅکزی په ۱۹۰۲ع = ۱۲۸۱ل کال د کندهار سپين بولدک ته نژدې په کوتچۍ سیمه کې زیږېدلی دی. 

زده کړې یې د کندهار او له شاوخوا دیني علمانو کړي، چې متداوله علوم او پښتو، دري او عربي یې زده کړې وه. بیا د کوټې پښين ته لاړ، پنځه کاله یې هلته سبق ووایه، بیا یې دوه کاله  د هند په بهوپال او پنځه کاله په ډيلي کې تحصیل وکړ؛ بلاخره دی یو مولوي شو او په تدریس یې پيل وکړ. په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال د دېرش کلنۍ په عمر په ډيلي کې ځوانيمرګ شو او د ډيلي د جامع جومات په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. 

قلندر غوښتل له ډيلي څخه مصر ته د تحصیل لپاره لاړ شي، خو دا هیله یې پوره نه شوه. 

دی په دیني علم سربېره د پښتو او دري ژبې شاعر و. قلندر په منطق علم کې ډېره پوهه درلوده او په دې لړ کې یې څو رسالې هم لیکلي دي چې ناچاپ پاتې دي. 

په سقوي اړو دوړ کې چې قلندر لا ژوندی و، کورنۍ جګړې یې غندلي او شعرونه یې اخلاقي، تصوفي او اجتماعي رنګ لري، ډېره برخه یې غزلونه دي. 

د قلندر د شعر بیلګې: 

-۱-

چې پر غولي د خاطر د ناز قدم ږدي 

د دوو سترګو پر دوکان ګهر د نم ږدي 

اناالحق هغه منصورو ته ښاييږي 

چې یې وینې پرزمین باندې رقم ږدي 

د قیامت تر صبح پروت وي په وصال کې 

مخمور کله پر زړه خیال د صبحدم ږدي 

پس له مرګه به جنت ته نه سي پورته 

که په قبر کې دلدار ورسره سم ږدي 

زلیخا غوندې به وځي له عصمته 

که پر زړه څوک د یوسف د مینې غم ږدي 

قلندر غوندې به ډېر ډېر ځيګیرخون سي 

چې پر زړه یې نېښ د دوو زلفو لړم ږدي 

-۲-

احسان دې نن دما سره سو کم ولې تازه 

نهال د زړه رېبې په لور د غم ولې تازه 

که هرڅو مې پټ وساته له خلکو راز د مینې 

چغلي کوي تر سترګو د زړه نم ولې تازه 

خولې د یار د مخ که د عسلو غوندې نه وای 

بورا به وړای د ګلو څه شبنم ولې تازه 

رخسار که دې په مثل د اور نه وای دلربا 

زلفان دې سوي تور او پېچ و خم ولې تازه 

مجنون غوندې که نه یې په مرض د عاشقۍ 

لیلا یې ږدي پرزړه باندې مرهم ولې تازه 

ستا لافې په رښتیا دي قلندره په یارۍ کې 

که نه وای، معاون دې سو قلم ولې تازه 

-۳-

نن په طرف د چمن د بلبلانو ژړا 

د ګلو څوکې وهي خزان په تېغ د جفا  

په مثال د مجنون – ځمه صحرا ته بېرون 

په رسوايۍ کې زبون – کله به راشي لیلا

خال دې د وروځو پرسر – باڼو دې تېز تر خنجر 

زخمي دې کړم پر ځيګر – راکړه د لبو دوا 

ګرځم په سوز و ګداز – دوزخ پرسر د مجاز 

کله شین کله باز – د زړه په وړو دلربا 

په څه ادب و ناز – د څنګه ځې د غماز 

کله به راشي ایاز – چې یې محمود شي ګدا 

ته یې د زړونو صیاد – هسې بې رحمه جلاد 

مدام به بغض و عناد – قتلوي هر بېګناه 

د یار د مینې سقر – پاس مې بلیږي پرسر 

زه په نامه قلندر – وسو افسون دی په ما 

-۴ـ

نن بیا شانه ورانه راځي څومره په کبرو په ناز 

رنګ و جمال یې ممتاز 

ژاړي سلطان محمود 

که یې پوره سي مقصود 

په غلامۍ که یې قبول کي زر خریده ایاز 

رنګ و جمال یې ممتاز 

چا څه کاوه محبت 

غواړي ازاد فراغت 

د یار له دره په عشاقو باندې کیږي اواز 

رنګ و جمال یې ممتاز 

مخ یې کعبه ده زما 

خط یې حطیم شاوخوا 

خوله یې زم زم و تشنګانو ته د اهل حجاز 

رنګ و جمال یې ممتاز 

د عاشقانو خندا 

د مهرویانو وفا 

لکه بلبل چې سپين سهار پر ګلو کاندې پرواز 

رنګ و جمال یې ممتاز 

لاندې زنخ کوه طور 

ورله ورځمه ضرور 

زه قلندر لکه موسی ورځم په رازو نیاز 

رنګ و جمال یې ممتاز 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۰۶۳- ۱۰۶۵مخونه)

-----------



                                                                                                                  سید محمود کارګر



سید محمود کارګر د سید خیر محمد خان زوی په ۱۹۳۷-۹-۶ع = ۱۳۱۶-۶-۱۵مه نېټه د پکتیا د ځاځيو د هاشم خېلو د کوزې شګې په سترکلي کې زیږېدلی دی. په خټه پښتون سید دی. 

لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې د کابل په رحمان بابا لېسه کې په ۱۹۶۳ع = ۱۳۴۲ل کال پای ته ورسولې او له اووم ټولګي څخه له لیکوالۍ او شعر سره اشنا شوی دی. 

محمود کرکارګر د افغانستان په پوهنې وزارت کې د پښتو تعلیمي نصاب د تالیف او ترجمې د څانګې غړی و او کلونه کلونه یې خدمت کړی، په دې لړ کې یې له شپږم تر دولسم ټولګي د پښتو قرات او پښتو ادبیاتو په اړه ځوان افغان نسل ته کتابونه لیکلي دي. 

دده د ژوندانه او اثارو په اړه ډېر نه پوهیږو، په وروستي سمون کې به بشپړ شي. 

اثار 

۱.ننګ  ۲.غمخور ۳.نندارتون ۴.پکتیا ۵.اریولي ۶.ولسي پلټون ۷.کاروان ۸.کوچی ژوند ۹.د لیلا بنګړي ۱۰.ژب زده کوونه ۱۱.ژبپوهنه ۱۲.ملي سندرې ۱۲.کلیوالي سندرې ۱۴. د ژوند هینداره ۱۵.د غریبانو نړۍ ۱۶.انساني نړۍ ۱۷.پښتون دود ۱۸.د ړندو نړۍ ۱۹. د پښتون د ژوند ننداره ۲۰.پښتو لنډې کیسې ۲۱.ډرامونه ۲۲. د ګلو کور ۲۳.بنسټ ۲۴. زما ترانې ...

د نظم بیلګې: 

-۱-

خوله پښتنه هم پښتنه ده ژبه 

پښتنه پوهه هم ایمان پښتني 

له سر تر پایه یم پښتون جوړ شوی 

اوس جوړوم ځانته جهان پښتني 

دین او ایمان مې هم پښتو وګڼئ 

ژوند کې ساتم همېش ستر شان پښتني 

همېش په پاکه لیاره منډې وهم 

ټول مې ملګري دي یاران پښتني 

کرم تخمونه د پښتون په نامه 

بڼ کې مې شنه ښایسته ګلان پښتني 

له پولاد سخت یمه سختي تېروم 

د پښتانه په نوم لوړ توان پښتني 

پښتني ولې لرم ګورئ تاریخ 

په کې ځلیږي مې نښان پښتني 

پښتني زمکه جوړوم په پښتون 

هم به ودان کړم بل اسمان پښتني 

د ګوند بازۍ د ورکولو په نېت 

بیا به کړم ټول، ټول مشران پښتني 

په هیلو هیلو مینه مینه به 

دوی ته څرګند کړم پټ ارمان پښتني 

جهان ودان کړئ بیدارېږئ کار ته 

په پښتني اسباب سامان پښتني 

پاڅئ ګامونه واخلئ زرتر زره 

په پښتني پت شئ روان پښتني 

رګو کې وښوروئ وینې تودې 

ژوندون کې راولئ توپان پښتني 

کارګره ولېږدوه پورته شه زر 

په پښتني ژبه کاروان پښتني 

-۲-

اوږه په اوږه 

ددې نړۍ له پيدايښت سره 

د تاریخونو له منښت سره 

د انساني ژوند له ارزښت سره 

راځئ ملګري شو 

د زیار ایستونکو له زیارښت سره 

د وږو تږو له مړښت سره 

د ورځني ژوند له چلښت سره 

راځئ ملګري شو 

د بېوزلو له کاروان سره 

د کونډو رنډو له ارمان سره 

د بشري ژوند له جهان سره 

راځئ ملګري شو 

ټول انسان یو مونږ 

تور سپین یو شان یو مونږ 

په یوه ارمان یو مونږ 

راځئ ملګري شو 

راشئ سمسور ژوند ته 

نه شئ پېغور ژوند ته 

پس له دې نور ژوند ته 

راځئ ملګري شو 

ژوند زمونږ کار دی 

موسم د زیار دی 

غریب مو یار دی 

راځئ ملګري شو 

راشئ خدمت وکړو 

د خوار عزت وکړو 

پښتني پت وکړو 

راځئ ملګري شو 

راشئ چې یون دی اوس 

بد مو ژوندون دی اوس 

زه، زه بیلتون دی اوس 

راځئ ملګري شو 

خدمت د قام وکړو 

ځانته لږ پام وکړو 

فکر د نام وکړو 

راځئ ملګري شو 

کوو به کار ولس ته 

څارو به لار ولس ته 

له یوه پلار ولس ته 

راځئ ملګري شو 

ورک به خنډونه شي 

شنه به ګلونه شي 

جوړ به هارونه شي 

راځئ ملګري شو 

دغه د کار ورځې دي 

د ښه روزګار ورځې دي 

ورکې ناتار ورځې دي 

راځئ ملګري شو 

کوي ټينګار کارګر 

په ملي لار کارګر 

جوړ کړو ګلزار کارګر 

راځئ ملګري شو

( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۰۶۶-۱۰۶۸مخونه)

----------