"د افغانستان نومهالي ادبیات"

په پښتونخوا کې د پښتو معاصر ادب شاليد؛  دویم پړاو ( 1951 - 1921) (۳)

ویشنه: پښتو ادبیات

لیکوال: دکتور محمد حنیف خلیل

 




                                                                                                          دويم پړاو 



                                                                                                      1951  - 1921



 

د پښتو ادب د دغه دويم پړاو ټاکنه په دې اساس شوې ده چې 1921 عيسوي کال کې د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد اېښودی شوی وو او په کال 1951   کې په  پښتونخوا کې اولسي ادبي جرګه جوړه شوې وه  دغو دواړو علمي ادبي او اصلاحي غورځنګونو په خپل خپل وخت کې د پښتو معاصر ادب ته هغه بخښنې کړې دي چې په شلمه عيسوي پېړۍ کې یې بل مثال نه شي ليدی  انجمن اصلاح الافاغنه کوم ځانګړی ادبي تنظيم نه وو خو پښتو معاصر ادب ته یې دومره څه ورکړي دي چې بيخي د يو ادبي غورځنګ شکل یې اختيار کړی دی  د دغه غورځنګ باني خان عبدالغفار خان پخپله خو د قامي سياست لوې نوم دی خو دغه غورځنګ یې پښتون اولس کې د تعليم او ټولنيزې اصلاح په خاطر په کال 1921  کې شروع کړی وو چې يوه څانګه یې ادبي هم وه  يو شمېر داسې ليکوال او شاعران ورسره دغه غورځنګ کې شامل وو چې د نوي معاصر ادب بنسټ ګر ثابت شول  په دغه کال 1921  کې خان عبدالغفار خان د خپلو آزادو مکتبونو او مدرسو لړۍ هم نوره زياته په تېزۍ وغزوله کومه چې د کال 1910  نه رانښلېدلې وه  عبدالغفار خان باچا خان په خپلو مکتبونو او مدرسوکې هم د تعليم ژبه د عربۍ سره سره پښتو وساتله او په دغو مدرسو کې یې ادبي سرګرميو ته هم دوام ورکړو دغه ټولې هڅې د پېرنګي سامراج د تعليمي ژبني او ادبي پاليسو په ردعمل کې تر سره کېدلې چې پېرنګي د پښتو ژبې ادب او کلتور ته سخت زيان رسولو نو په جواب کې یې پښتنو په پښتونخوا کې په مجموعي توګه او باچاخان په ځانګړي ډول دغو هڅو ته دوام ورکړو چې په نتيجه کې یې د پښتو نوي معاصر ادب ډېرې ګټې تر لاسه کړې  د دغو عملي هڅو دوام يو خوا خو د هند د وېش يعني کال 1947 پورې دوام لرلو خو بيا د هند د وېش نه پس هم د اولسي ادبي جرګې د قيام  1951 پورې یې په نوي او ځانګړي انداز کې پرمختګ دوامدار وو  دغسې د پښتو په معاصره شاعرۍ کې هم نوی رنګ او آهنګ مخې ته راغلو او ورسره په نثر کې هم نوي صنفونه رامخې ته شول  په نظم او نثر دواړو کې ټولنيز شعور عام شو مقصديت د يو غالب رجحان په شکل د ادب برخه جوړه شوه  سياسي موضوعات په شدت سره پښتو ادب ته راننوتل او د ترقي پسند ادب جرړې په پښتو کې نورې هم کلکې شوې  ډاکټر يار محمد مغموم دغه دورې ته د کال 1920 نه تر1947 تر مېنځه دور په تناظر کې کتلي دي او داسې یې وضاحت کړی دی :

‘‘د آزادۍ کاروان چې تر 1920 راورسېده نو د شاعرئ په مزاج کې يو څرګند فرق راغلو دا ځکه چې دغه وخت کې حالات بدل شوي وو او پښتانه د سياست په معنا پوهه شوي وو  او که يو طرف ته د شاعرۍ رجحان د اولسي شاعرۍ نه جديدې شاعرۍ په نفس مضمون کې هم انقلاب راغلی وو د اولسي شاعرۍ صنفونه که هر څو زاړه وو خو نوي خيالات پکې په نوي طرز کې ځای شوي وو دغه نوي خيالات او دغه نوی طرز د 1920 نه تر1947 د شاعرۍ يو اهم خصوصيت دی او دغه دور په اصلي معنو کې د ازادۍ د تحريک يو تاريخی دور دی  ’’

               يار محمد مغموم  د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري  ص 110

  د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد په کال  1921  کې اېښودی شوی وو خو دغه انجمن بيا په کال 1929 کې د خدايي خدمتګار تحريک  په نوم بدل شو   چې د پښتو نوي ادب ته د بخښنو لړۍ یې همدغسې دوامداره وه  تر دې چې د اولسي ادبي جرګې د قيام 1951 پورې ډېر لوې لوې ليکوالان شاعران نقادان او دانشوران  يو خوا خو انجمن اصلاح الافاغنه سره تړلي پاتې شول چې بيا د خدايي خدمت ګار تحريک په شکل هم د نوي معاصر ادب نمائنده ليکوال دغه غورځنګ سره تړلي وو  او يو شمېر داسې ترقي پسند اديبان هم وو چې وروسته بيا د اولسي ادبي جرګې په نمائنده ليکوالو کې شمېر شول  ارواښاد سليم راز د دغه دور د نوي ادب نمائنده ليکوال د خدايي خدمت ګار تحريک سره تړلي ښايي او ورسره د معاصر ادب د نورو مهمو اشخاصو يادونه هم کوي او داسې ليکي : 

  ‘‘ خدايي خدمت ګار تحريک که هر څو يو سياسي او سماجي تحريک وو خو د پښتو ژبې او ادب په ترقۍ کې یې يو تاريخي کردار ادا کړی دی  نن پښتو ژبې او ادب چې د معيار او مقدار په لحاظ څومره پرمختګ کړی دی او د دنيا د نورو ژبو سره یې سيالي برابره ده نو د هغې په شا د خدايي خدمت ګار تحريک ډېر لوې لاس دی  اګر چې خدايي خدمت ګار تحريک پښتو او ادب ته ډېر څه ورکړي دي خو اوسه پورې د تحريک او پښتو ادب په لړ کې څه نماياں کارنامه نه ده شوې  نه د پښتو ادب په تحريک د اثراتو جاج چا اخستی دی او نه د دې تحريک په پښتو ادب د چاپ نشاندهي چا کړې ده  ډاکټر راج ولي شاه خټک په ادبي تحريکونو خپل د ډاکټرېټ په تیسس کې هم د خدايي خدمت ګار ذکر نه دی کړی  يقيناً چې خدايي خدمت ګار تحريک څه ادبي تحريک نه وو خو دې تحريک پښتو ژبې او ادب کې چې کوم انقلابي بدلون راوستی دی هغې نه انکار نه شي کېدی  که مونږ دا اووايو چې خدايي خدمت ګار تحريک پښتو ژبې او ادب ته د خيال او فکر په لحاظ وسعت ورکړو او يو داسې تحريک ثابت شو چې پښتو ژبه او ادب یې د نوي دور د تقاضو سره اشنا کړو او د پښتو ادبي تاريخ کې یې د ډېرې اوچتې پایې شاعرانو اديبانو افسانه نګارانو او ډرامه نګارانو اضافه وکړه نو بې ځايه به نه وي  محمد اکبر خادم فضل محمود مخفي عبدالاکبر خان اکبر ماسټر عبدالکريم غني خان ارباب محمد اسلم خان شرر تاج محمد خاموش عبدالمالک فدا عبذالکريم مظلوم فضل رحيم ساقي عبدالخالق خليق عبدالحنان بجلي ميا احمد شاه کاکاجی صنوبر حسين مومند سيده بشریٰ بيګم الف جان خټکه امير نواز جليا سعادت جلبل شاه محمد مېږی کرامت شاه فولاد حسين بخش کوثر حکيم محمد اسلم سنجري مولانا امير محمد ترخوي نواز خټک شير محمد مينوش اشرف مفتون محمددين مقيد عبدالرزاق حکمت عبدالواحد ټېکيدار ميااکبر شاه سيد رسول رسا سمندر خان سمندر فضل حق شيدا عبداقدوس تندر دې نه علاوه هم ډېر شاعران او اديبان دي چې د خدايي خدمتګار تحريک کې شامل وو يا د تحريک د اثر لاندې وو ځنې بيا د تحريک ملګري يا د تحريک نه یې اثر قبول کړی وو لکه ولي محمد طوفان اجمل خټک مير مهدي شاه مهدي قلندر مومند همېش خليل سيف الرحمان سليم مولانا فضل حق ممتاز مقدر شاه مقدر وغيره دوئ کې اکثر ترقي پسند ادبي تحريک سره وو او يا یې د ترقي پسند ادبي تحريک نه اثر اخستې وو ’’

                           سليم راز  اووه ورځنۍ پښتون مجله  فروري 1999  ص 19  18 

دپښتو د ترقي پسندو شاعرانو اکثريت د دغه خدايي خدمت ګار تحريک او انجمن اصلاح الافاغنه سره تړون لرلی دی  دا داسې دور وو چې په نړئ سامراجي قوتونو خپل ګرفت مضبوط کړی وو د دغه ګرفت کمزوري کولو او د سامراجي غلبې نه د نجات حاصلولو دپاره په نړئ کې سياسي او سماجي تحريکونه ښه په زور او شور کې وو په جرمني روس او چين کې اشتراکيانو يو نوی انقلاب راپورته کړی وو په کال 1917 کې د روس انقلاب د دې سلسلې د ټولو نه اهمه کړۍ وه چې د نړۍ په ادب یې ښه ژور اثرات مرتب کړل  د اشتراکي نظريياتو خورونکو کې ټالسټايي انټوني چيخوف بالزاک ميکسم ګورکي ميخاييلو داستانفسکي ميخاييل شونوخوف چنګيز ايتمانوف بوريس کروموف نيکولايي استروفسکي او نورو ګڼو ليکونکو په خپلو ليکونو خصوصاً افسانوي ادب کې د استعماري قوتونو خلاف د بيدارۍ يو زوردار درس ورکړو په داسې حالاتو کې په پښتونخوا کې د انګرېز سامراج په مخالفت کې انجمن اصلاح الافاغنه او خدايي خدمت ګار تحريک سر ښکاره کړو چې د نظریې او فکر پرچار یې د سياسي هلو ځلو سره اديبانو شاعرانو کولو   او بيا د پښتون مجلې کردار په دې لړ کې لکه د نمر روښانه دی چې د دغو ترقي پسندو شاعرانو افکار به یې تر لرې لرې رسول  نامور ترقي پسند نقاد سليم راز د دغه منظر نامې سياسي حالاتو او خدايي خدمت ګار د ظهور په حقله ليکي : 

‘‘خدائی خدمتکار تحريک د شلمې صدۍ عيسوي دريمې لسيزې په ابتدا کې د تاريخ په پاڼو کې خپل  شناخت  په سياسي فضا کې انقلابي چپې راپورته او يو داسې تاريخ یې رقم کړو چې نه يوازې خپل وطن یې د بدلون او ژوندون د نغمو او وږمو سره اشنا کړو بلکې د انقلاب په تاريخ کې یې ځان له يو منفرد مقام او بې کچه احترام پيدا کړو دغه وخت پښتنه معاشره په سماجي او معاشي لحاظ ډېره زياته پسمانده وه  غربت جهالت او طبقاتي امتياز استحصال جبر او ظلم د حد نه اوړېدلی وو  پښتانه د غفلت په خوب اوده وو  برصغير کې د فيرنګي استعمار خلاف د بيدارۍ يوه چپه راپورته شوې وه او د ازادۍ نعرو استبدادي قوتونه وېرولي هم وو او په تشدد کولو پارولي هم وو  يعني برطانوي نوابادياتي نظام ته سخته خطره پېښه شوې وه  په عالمي سطح صورت حال ډېر کړکېچن وو  د اړي ګړي زمانه وه  دنيا يو بحراني کيفيت نه تېرېدله  جنګونه او انقلابونه جاري وو که يو طرف ته عالمي جنګ لوږه بربنډه مفلسي او بدبختي خوره کړې وه  فاشزم ته یې لار پرانسته نو بل طرف ته د روس 1917 اکتوبر انقلاب مظلومو اولسونو او محکومو قومونو ته د ژوندي اوسېدو چل وښودلو د آزادۍ په معنا او مفهوم یې پوهه کړل د انسانانو زړونو او ذهنونو ته یې رڼا راوستله او ورته یې د جدوجهد جذبه حوصله او ولوله ورکړل  په دغه  منظرنامه کې خدايي خدمتګار تحريک د پښتونخوا په سيمه راپورته شو او ‌ډېر زر د خپل انقلابي نوعيت او پښتني خصوصيت په سبب لر و بر خور شو د تجريک سرلښکر باچاخان قائدانه صلاحيت د مخلصو اوصائب الرایې ملګرو رهنمايانه کردار او سربازه کارنامو بې کچه قربانو او جدوجهد تحريک ته د کاميابۍ او کامرانۍ دروازې پرانستې او د ازادۍ جنګ یې وګټلو خدايي خدمت ګار تحريک اصل کې د انجمن اصلاح الافاغنه يو رضاکار تنظيم وو باچاخان په 1921  کې د دغې سماجي او اصلاحي انجمن بنياد آيښی وو چې سياست سره یې هيڅ تعلق نه وو  هم د دغې انجمن د لاندې د آزادو مکتبونو آغاز یې وکړو چې اولين مقصد یې خلقو ته د علم پوهه شعور ورکول وو غلط رسمونه رواجونه ختمول وو او په خلقو کې د خپلو حقوقو او ذمه واريو احساس پيدا کول وو  دا په اولس کې د بيدارۍ يو داسې تحريک وو چې حکومت ترې وېره محسوس کړه او د پابنديو او ګرفتاريو سلسله یې شروع کړه  خو باچا خان او د هغوئ ملګرو خپل کار جاري وساتلو  دغه وخت د انجمن اصلاح الافاغنه رضاکار تنظيم قائم کړی شو چې نوم یې ورله خدايي خدمتګار کېښودو  ’’ 

               سليم راز پښتون مجله فروري 1999  ص 17

د خدايي خدمتګار په ابتدايي وختونو کې قامي او  ترقي پسندې شاعرۍ په زور او شدت سره غورځنګ وموندو فضل محمود مخفي صاحب د انجمن اصلاح الافاغنه د قيام په وخت کال 1921  کې د قومي او سياسي جذباتو هنداره يو نظم ليکلی وو چې د خدايي خدمتګار تنظيم جوړېدو په موقع د ترانې په شکل وړاندې کړی شوی وو احمد کاکا په دې حقله ليکي : 

 ‘‘ د باچا خان په زړه کې د ډېرې مودې يو پټ ارمان د خدايي خدمت ګار په نوم راڅرګند شو او د ډېرو مودو د ده په زړه کې يو آرزو وه  دا تنظيم د ده په زړه کې وو   د دې په وجه د ده په زړه د ارمان خاکه فضل محمود مخفي صاحب په دې الفاظو کې راښکلې ده :

‘‘ زه د قام  په غم ژوندی  يم دغه  غم  مې  په  زړه  تل  وي 

    په ځيګر سوی له دې  يم سر کې اور مې دې نه  بل  وي 

    خدايه داسې ژوندون راکړې چې مې زړه کې غم د قام وي 

    په  دې  غم  کې  ليونی  وی  د غه  غم  په   ما  بار  تل   وي 

    خدايه  داسې وخت   به  راشي  چې  زمونږ  جهاز  به  هم  وي 

    لکه   باد  به   په   هوا   شي   په    ترخو  اوبو  به   سم   وي  

    زه به خپل جرنيل پسې  يم  په دښمن به  داو کول  وي 

    په  ارمان  ارمان  له دې  يم  خدايه  داسې وخت  به  کل  وي ؟

    ای  زما  ننګياله  قومه! وخت  د ننګ  او  د سيالۍ   دی 

    د دنيا په  ډاګه  سمه نن هر قوم  په  داو  والۍ دی 

    چې  خپل  قام   نه  کړې  بدنامه  مخکې ځای د ننګيالۍ دی  ’’  

                           احمد  خدايي خدمتګار تحريک  ص 123  122

د انجمن اصلاح الافاغنه نه تر خدايي خدمت ګار تحريک په سفر او د پښتو ادب معاصر ادب ته د دغه غورځنګ په بخښنو نوميالي ليکوال عبدالخالق خليق په خپل کتاب د آزادۍ جنګ کې ځای په ځای تبصره کړې ده او ځنې مهمې پېښې یې بيان کړې دي چې د ډېرو پېښو او ادبي هلو ځلو په سترګو ليدلی شاهد هم پخپله خليق صاحب وو د پيرنګي د ظلم او ستم نه چې پښتانه پوزې له راغلل نو په 1920 کې یې افغانستان ته هجرت وکړو او بيا چې له هجرت واپس راغلل نو د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنيزې اصلاحي تعليمي او ادبي هلې ځلې یې پېل کړې چې د پښتو د نوي معاصر ادب د پاره د يو نيک فال درجه یې واخسته  عبدالخالق خليق صاحب د کال 1920 د هجرت نه په واپسۍ د انجمن اصلاح الافاغنه د بنياد اېښودلو شاليد هم بيان کړی دی چې د باچاخان نه علاوه پکې د څو نورو پښتنو دانشورو او ليکوالو برخه هم وه  

‘‘باچاخان  او د هغه ملګرو د هجرت نه د واپسۍ نه پس په دې خبره غور وکړو چې هغه کوم تدبير کيدی شي چې په پښتنو کې يو ذهني انقلاب پيدا کړی شي  چې تر څو دوئ متحد شوي نه وي  دوئ آواز يو کړی نه وي دوئ د خپلو کورنو خانه جنګو نه لاس پورته کړی نه وي نو تر هغې به د نورو غلامان وي  او په دوئ به د ترقۍ لارې بندې وي  د دې غرض په بنا دوئ په اتمانزو کې کېناستل او د انجمن اصلاح الافاغنه په نوم یې د يوې جرګې بنياد کېښودو  او هم د دې انجمن د سرپرستۍ لاندې یې د يو آزاد مکتب بنياد کېښودو د دې دپاره چې د راتلونکي نسل بچو ته د ازادۍ تعليم ورکړې شي  په دې مکتب کې د مذهبي تعليم انتظام هم وشو د عام تعليم د استاذانو مشر مقصودجان خان د بنو د هېډماسټرۍ په عهده ولګېدو  او د مذهبي تعليم مشر مولانا شاه رسول صاحب د برې ګړهۍ مقرر کړی شو  رو رو په تمامه صوبه کې د آزاد مکتبونو يو جال خور شو  په هره علاقه او لوې کلي کې به يو ازاد مکتب کار کولو او باچاخان به سره د ملکرو د پښتنو کلي په کلي کوڅه په کوڅه او حجره په حجره ګرځېدو  او د پښتنو د بيدارولو کار یې په ډېر زور شور سره شروع کړو ’’

                عبدالخالق خليق   د آزادۍ جنګ  ص  23 24  

د پښتو معاصر ادب ته دغه غورځنګ او انجمن اصلاح الافاغنه د ګڼو زاويو نه بخښنې کولې  يو خوا که په ادب او شاعرۍ کې د سياسي او ټولنيز شعور ورکړه د دغه انجمن برخه وه نو ورسره پښتو ادب ته ډرامه په ځانګړي ډول او نثري مضامين تکلونه او ځنې نور توکي په عمومي ډول د دغه انجمن بخښنه وه  انجمن به هر کال مشاعرې او جلسې کولې چې پکې به په غوره نظمونو انعامونه او جائزې هم ورکولې شوې او دغو جلسو کې به د پښتو ډرامې هم په سټېج ښودلې شوې چې دغه ټولې هڅې به په شعوري توګه کېدلې  او د پښتو معاصر ادب ته به یې تحريک ورکولو تر دې چې د پښتو په معاصر ادب کې دغه انداز په وړومبي ځل ليدی شو او بيا ډرامه يا پښتو شاعرۍ کې مقصديت ټولنيز شعور او ترقي پسند تصور هم په وړومبي ځل د دغه غورځنګ بخښنې وې  دې نه مخکې په پښتو ادب کې نه خو ډرامه وه او نه انعامي مشاعرې نه ادبي جلسې او نه په شاعرئ کې  مقصديت او ترقي پسند شعور  خليق صاحب چې د دغه انجمن او ادبي غورځنګ په اړه کوم معلومات خوندي کړي دي هغې کې یې د انجمن د وړومبۍ ادبي جلسې او انعامي مشاعرې حال هم ليکلی دی او داسې یې وييلي دي : 

 ‘‘په اپريل 1927 کې د انجمن اصلاح الافاغنه اوتمانزو يوه لويه جلسه وشوه  هسې خو هر کال به جلسه کېده  خو د دې ځل جلسې څو خصوصيتونه وو يو خو پکې د شپې يوه درنه د پښتو مشاعره وشوه چې طرح یې دا وه :  ‘‘که زلمي چرې په خپل وطن قربان شي’’ او بله د آزاد مکتب طلباو يوه ‌ډرامه په سټېج وښودله  زه خو پخپله مشاعرې ته تلی نه وم  خو نظم مې ورلېږلی وو  د شپې د سلو نه زياتو شاعرانو خپل کلام اورولی وو زما نظم زما د غېر موجودګۍ په وجه مشهور صوفي شاعر حاجي محمدامين صاحب د فرقه ناجيه باني اورولی وو زما نظم اول نمبر انعام واخستو  دويم نمبر انعام مخفي صاحب ته ورکړی شو دا انعامونه د تمغو په صورت کې وو صبا له د عبدالاکبر خان اکبر ليکلې شوې يوه ډرامه سټېج شوه  چې خلقو ډېره خوښه کړه  په دې ډرامه کې د حکومت په نظام يو داسې تنقيد شوی وو چې د هر سړي په زړه کې د انګريزي حکومت د نظام نه نفرت پيدا شو  په دغه ورځ په عمرزو کې د خان بهادر سعدالله خان په يو مېلمستيا کې نواب سر عبدالقيوم ته چا د دې جلسې ډېر تعريف وکړو چې څه وخت هغوئ په دغه ورځ مازديګر اوتمانزو ته راغلل نو باچاخان ته یې اووې چې باچاخان مونږ خو ستا د ډرامې ډېر صفت اوريدلی دی  مونږ خبر نه وو ګنې راغلي به وو باچا خان ورته اووې که تاسو داسې شوق وي نو مونږ به یې تاسو ته بيا اوکړو هغوئ ډېر خوشحال شو او باچا خان فوراً د مکتب هلکان راجمع کړل او دغه ډرامه یې ورته بيا سټېج کړه  سر عبدالقيوم او سعيدالدين خان او د هغوئ ملګري ډير متأثر شو بيا سر عبدالقيوم خواهش ظاهر کړو چې ما ته هغه انعامي نظمونه واوروه وه  باچا خان هغه نظمونه را اوغوښتل  او چا ورته واورول  سر عبدالقيوم ګبراو غوندې شو  وې چې باچا خان تاسو ډير زورور خلق یې  تاسو وېرېږې نه  چې داسې خيالاتو اظهار کوئ  باچاخان اوخندل  وې زمونږ د زړه نه د انګريز يره وتې ده  صرف د يو خدائ يره پاتې ده ’’ 

                      عبدالخالق خليق  د آزادۍ جنګ  ص 22

ورپسې يو کال پس د جلسې حال داسې بيانوي :

‘‘دا کال هم په اوتمانزو کې د تير کال په شان بيا د حاجي عبدالغفارخان د صدارت د لاندې يو لويه عظيم الشان جلسه اوشوه او هم هغسې د شپې يوه ډيره لويه مشاعره وشوه  دا ځل اول نمبر انعام خادم صاحب دويم نمبر انعام تورسم خان او دريم نمبر انعام مولانا فضل واحد د شېرپاو ته ورکړې شو  زه په  د مشاعره کې شريک شوی وم خو درخواست مې کړی وو چې زما نظم دې د انعام دپاره پېش نه کړې شي  دغسې عبدالاکبرخان يوه بله اصلاحي ډرامه ليکلې وه چې غالباً ‘‘ تربور’’ د هغې نوم وو  دا ډرامه هم د آزاد مکتب هلکانو په سټېج وښودله  او خلقو ډيره خوښه کړه  دې جلسې ته به د هر خيال خلق راتلل ولې سياسي ډله بازي په ملک کې نه وه  ’’              عبدالخالق خليق  د آزادۍ جنګ  ص 49  50

خالق صاحب د اتمانزو د يوې بلې جلسې حال داسې ښودلی دی :

 هر اړخ ته يوه يوه لويه ښکلې دروازه جوړه شوې وه  په هره داروازه د هغه محب وطن نوم ليکلې شوی وو چا چې زياته مالي قرباني ورکړې وه  يوه دروازه پکې د باچاخان د چاچي کنډې بي بي په نوم وه  دا هغه نيکه بي بي وه چې په خيراتي او قومي کارونو کې به یې ډيره لويه حصه اخسته  د دې ځل د جلسې يو لوئ خصوصيت دا وو چې په زرګونو خدايي خدمتګار په سرو وردو کې راغلي وو  د هرې تپې خدايي خدمت ګارو ځان ځان له کيمپ لګولی وو خپلې خپلې خېمې یې لګولې وې او خپل خپل دفترونه یې وو په دې ټولو کيمپونو کې د نوښار خدايي خدمتګارو کيمپ ډير باقاعده او ښائسته وو د دې انتظام سهرا د ميا سرور شاه جرنيل په سر وه  د شپې د پښتو يوه لويه مشاعره اوشوه  طرح دا وه  ‘‘جنګ د آزادۍ ته هميشه زلمي وتلي دي’’ د مرغز ګل احمد شاعر سره د خپل يو ملګري چې په کورسره سره خپل نظم واورولو او د طرحې په مصرعه به یې بار بار دا مصرعه وييله ‘‘را به وړي غنچې د ګلو نن صبا کې تلي دي’’ نو خلقو به داد څه ورکړو چې يو شور به جوړ شو يو شعر پکې شايد دا هم وو ‘‘باز دې د اغيارو په مونږ نورې حملې نه کوي   مونږ د زړه په وينو باتوران ورته ساتلي دي’’ اول نمبر انعام هم ګل احمد ته ورکړې شو 

په صبا له د سحر په وخت خدايي خدمت ګارو يو شاندار فوځي پريډ وکړو  او بيا یې يو جلوس اوويستو  باجاخان ورته په يو اوچت ځای ولاړ وو او د خوشحالۍ نه ورته په جامو کې نه ځایېدو چا راته اووې چې باچاخان اووې چې اوس که مرم نو په روغ زړه به مړ شم  دا زما د يوې زمانې ارمان وو چې نن پوره شو 

په دې جلسه کې د تيرو کلونو په شان د عبدالاکبر خان ليکلې يوه ډرامه هم په سټېج وښودلې شوه  د دې ډرامې مضمون زيات د حکومت برخلاف او د سول نافرمانۍ مظاهره وه  مولانا هلالي پکې د سياسي قيدي پارټ ښودلی وو’’               عبداخالق خليق  د آزادۍ جنګ  ص 63  64

د خدايي خدمتګار تحريک په اړه خليق صاحب ليکي : 

‘‘ څنګه چې مخکې ذکر شوی دی د کانګرس په کليزه جلسه کې باچاخان او د هغه ملګري ډير متأثر شو او اراده یې وکړه چې د پښتنو زلمو تنظيم دې جوړ کړی شي  د لاهور نه د واپس کيدو نه پس ډېر زر په اوتمانزو کې يوه جلسه وشوه او هم هغه وخت يو څو زلمي ميدان ته رااووتل  او خپل خدمت یې د قوم مشرانو ته پېش کړو فيصله وشوه چې داسې زلمو ته به خدايي خدمت ګار وييلې شي  دوئ به د خمتا چسته وردي اغوندي او فوځي پريډ به کوي  هر يو زلمی چې په دې کې شامليږي هغه به د ملک د وفادارئ يو فارم ډکوي  د دې وخت نه د خدايي خدمت ګارئ تحريک شروع  شو  د سرحد د زلمو جرګه چې په ستمبر 1929 کې قائمه شوې وه د دې تحريک سرپرسته وه   يعني باچاخان او د هغه ملګري د جرګې ممبران وو او دا زلمي د هغو د انتظام لاندې قومي رضاکار وو د جرګې ممبرانو او خدايي خدمتګارو چې يو څو دورې وکړې نو دا محسوسه شوه چې سپينه وردې ډيره زر خيرنېږي  نو دې ته د څه قسم رنګ ورکول پکار دي نو فيصله وشوه چې سور توربخن رنګ چې په انګريزۍ کې ورته ‘‘چاکليټ کلر’’ وييلې شي دې ورته ورکړې شي  چنانچې په دې عمل شروع شو او د دې سور رنګ په وجه دا قومي رضاکار په سرخ پوشو مشهور شو د باچاخان او د هغه د ملګرو په همت سره په تمام صوبه سرحد کې جرګې جوړې شوې  او په سوونو خدايي خدمتګار بهرتي شو  زه په دې ځای کې د نمونې د پاره صرف د يوې دورې حال ليکم چې دا د ‘‘پښتون’’ رسالې د مارچ د مياشتې په اشاعت کې چاپ شوی دی  د دې نه اندازه واخلئ چې د قام دې مشرانو څومره همت کړی دی  دا لاندې مضمون د پښتون رسالې نه نقل شوی دی  ’’

               عبدالخالق خليق  د آزادۍ جنګ  ص  6061

د تهکال د يوې جلسې حال هم راکوی او ليکي ! 

‘‘ د باچاخان د راتلو نه پس د ارباب عبدالغفور خان د انتظام لاندې په تهکال کې يوه لويه جلسه وشوه   قاضي عطا الله خان د دې جلسې صدر وو  په دې جلسه کې د پښتو يوه انعامي مشاعره هم شوې وه  چې طرح یې وه :  ‘‘ د  ازادۍ نشان په لاس فخر افغان راغی ’’

لاندې ليکلی شوی نظم پکې ما اورولی وو  او هم دا نظم د انعام مستحق ګڼلی شوی وو 

نوی ژوندون او نوی دور نوی دوران راغی

نوی  قانون  نوی  نظام  په  نوي  شان  راغی

رنځور د ملک به شفاياب شي له همه رنځونو

چې  معالج ِ  خصوصي  یې  ډاکټر خان  راغی

د  کبرجنو  ماڼۍ  پړمخې   نسکورې   شولې

دور  د عزت   نن  په  جونګړه  د دهقان  راغی

چې  یې کبره  چرې  نه  اخست  سلام د غريب

لاس  په   نامه د غريب کور ته هغه خان راغی

د  شهيدانو په  سرو وينو نهال  شوی  بوټی

نن د سرو ګلو غوټۍ  سپړي  ګلستان  راغی

سيلاب    د    نيل    شولې    خولې   د    زلمو

سر د فرعون پکې لاهو په  ډېر ارمان راغی

که خدائ کوي تياره د شپې د هجر ځي په رو رو

د   صبا  ستوری  کنارو  ته  د  اسمان  راغی

د غلامۍ لښکر دې کوچ کړي په تلوار له ملکه

د    آزادۍ  نشان  په  لاس  فخرِ افغان  راغی

نور د چشمانو دوباره اوموند يعقوب د وطن

چې ګم ګشته يوسف په لور بيا د کنعان راغی

خزان  وهلی  باغ  به  بيا  ترو تازه  شي  دوبار

چې اوبه  خور  ته یې نن بيا هغه باغبان  راغی ’’

 

               عبدالخالق خليق  د ازادۍ جنګ  ص   133  134

 

او بيا د پښتون مجلې د اجرا په حقله خليق صاحب داسې وييلي دي : 

‘‘ځنګه چې ما اول ذکر کړی دی د‘‘پښتون’’ رسالې د خدمت د پاره باچاخان زه خوښ کړم  په اپريل 1931 کې ما دا ذمه واري قبوله کړه  او وړومبئ پرچه د مئ مونږ چاپ کړه   ‘‘پښتون’’ تحريکونو چلولو کې ډېر مدد کړی وو  د باچاخان تقريرونه د حبيب الله کاکا نظمونه د اورسم کاکا ټپې او د باريکاب د خوشحال خان تقرير په چارغلئ کې به په هره حجره او جمات کې داسې لوستې شو لکه د مکتب هلکان چې هره ورځ پاړې زوته وي  د ‘‘پښتون’’ د چلولو د خدمت نه علاوه زه به په ټوله صوبه سرحد کې په دوره هم ګرژېدم  او خريدار به مې ورته پيدا کول  په يو څو مقامونو کې خو به په ځان پورې خندا راغله چې خدايي خدمت ګار به زما مخې ته فالن شوي ولاړ وو او سره د بينډ به یې زما سلامي کوله  او چا به راته سټېج جوړ کړی وو او تقرير به یې را باندې کولو  د ‘‘پښتون’’ دا دور د مئ نه شروع شوی وو او په دسمبر 1931  ختم شو ’’ 

               عبدالخالق خليق  د ازادۍ جنګ  ص   105

د انجمن اصلاح الافاغنه اوخدايي خدمت ګار تحريک نه چې د پښتو معاصر ادب په نوي انداز لاره واخسته نو ورسره ځنې داسې ليکوال هم ملګري شول چې د انجمن خدايي خدمتګار تحريک برخه نه وو خو د نوي معاصر ادب په دغه کاروان کې شريک وو يوه ډله داسې هم وه چې د پيرنګي خلاف د وسله وال جدوجهد په حق کې وو او د اشتراکي نظرياتو تاثير لاندې وو خو د پښتو معاصر ادب ته یې لوې بخښنې کولې  يوه داسې ډله هم وه چې د مغربي ادب د ادبي غورځنګونو نه متأثره وو او د پښتو نوي ادب ته یې بخښنې کولې  د کال 1920 نه چې دغه قافله روانه شوه نو د کال 1951 اولسي ادبي جرګې د تاسيس پورې یې پښتو ادب ته ډېرې نوې زاویې او ژانرونه ورکړل  په ځانګړي ډول په شاعرۍ ډرامه سفرنامه ريورتاژ ځان ليکنه او شخصيت ليکنه او ورسره ځنې نورو ميدانونو او صنفونو کې د نوي معاصر ادب کاروان روان پاتې شو د دغو ټولو ميدانونو او صنفونو تفصيلي معلومات به په وروسته بحثونو کې راوړلې شي  خو دلته یې د آغاز او وړومبو نخښو په اړه لنډې اشارې هم ضروري دي  دې لړ کې د راحت زاخيلي يادونه خو مخکې شوې ده خو د راحت زاخيلي نه علاوه چې په دغه دور کې کوم شاعر د پښتو شاعرۍ ته نوی رخ ورکړو هغه فضل محمود مخفي وو چې خان عبدالغفار خان یې خپل کتاب ‘‘زما ژوند او جدوجهد ’’ کې ځانګړې يادونه په  دې الفاظو کې کړې ده :

‘‘انګريزانو چې د پښتنو قباييلو سره دا وسلې وليدې نو حيران شول چې دوئ دا وسلې د کومه راوړې  چې تجسس یې ورپسې وکړو نو معلومه شوه چې دا د خليج فارس نه د ايران او بلوڅو په لار افغانستان او پښتنو قباييلو ته راوړل کيږي  نو انګريز دې خوا ته د وسلو د مخ نيوي د پاره په خليج فارس او د هغه په غاړو کې د ګرکسن په مشرۍ کې يوه څوکۍ مقرر کړه  د دې څوکۍ يو داسې سړی پکار وو چې هغه  په انګريزي پښتو عربۍ او فارسۍ ژبو پوهېږي  د مخفي صاحب څلور واړه ژبې زده وې  دی یې هلته د ځان سره انټرپرېټر ترجمان لګولی وو  د دغې نوکرۍ په وجه په ده کې سياسي شعور او قامي جذبه پيدا شوې وه  د پښتو په شاعرۍ کې انقلاب ده راوستی دی  د زلفو او کاکل او خط و خال  ګل و بلبل په عوض یې قام او وطن  غريب او بې چاره ته د شاعرۍ مخه وګرزوله  زه ورته د پښتو شېکسپيير وايم  ’’

               عبدالغفار خان  زما ژوند او جد و جهد  ص 65  

فضل محمود مخفي صاحب به د انجمن اصلاح الافاغنه په کليزو جلسو کې هم خپل قامي او ملي نظمونه اورول  چې ښاغلي احمد کاکا یې په خپل کتاب ‘‘خدايي خدمت ګار تحريک’’ کې خصوصي يادونه کړې ده 

‘‘د نن ورځې جلسه د مخفي صاحب د دې ترانې نه شروع شوې وه 

 خاونده ته ودانه کړې زمونږ د يو والي حجره

يو ځای پکې د ځانه کړې د پښتنو ډله خوره

لويو   تپو  د  پښتنو  پرتو په  غره  سمه  درنو

راځۍ چې يو شو نو خبر د يو او بل  نه  به  يو

ای لويه خدايه! ودانه کړې سپېره بيلتون لره ديره

کشمير نه تر هرات هورې  بلوچستان نه تر دورې

د يوه  وجود پشانې کړې خاونده !  دا هره ذره

په مونږه  کړي زمونږه خان زمونږ د قام زمونږه خان

رڼا زمونږ د خانه کړې د پښتنو توره  تياره  ’’

                احمد  خدايي خدمت ګار  ص 187

دغه قامي او مقصدي شاعري وه چې د پښتو د ترقي پسندې شاعرۍ بنياد جوړ شو او وروسته پښتانه شاعران یې د رومانويت په ځای مقصديت ته مایل کړل  

ښاغلی همېش خليل د مخفي صاحب د مقصدي او قامي شاعرۍ پحقله ليکي :

‘‘ مخفي صاحب د ازادۍ شيدا دی او هم دغه وجه ده چې په  ملک د سامراجي غلامۍ خلاف یې د عملي جدوجهد سره سره د قومي ننګ او غيرت د راپارولو په خاطر قلمي جهاد شروع کړو د مخفي صاحب اکثره شاعري په قومي نظمونو مشتمله ده او هر نظم یې د ملي ارزوګانو آيينه ده  د نظم فن کې په يو نوي او ځانله ډګر ليدی شي  د قوم او ملک د مينې او محبت په نشه کې یې داسې داسې نظمونه اوليکل چې په پټو سترګو ورته د قومي شاعرۍ سنګ ميل وييل شي  مخفي صاحب خپل دغه مخصوص فن کې څرګند حيثيت لري . لوړ تخيل چست بندش او پښتني مخصوص بحرونو کې د قومي ترانې  سټاييل وينا د مخفي صاحب د کلام ښکاره خاصيتونه دي  مخفي صاحب نه خو لرغوني او نه اوسني رنګ تغزل طرف ته ملتفت شو بلکې د خپلو قومي نظمونو په زور یې د غلامۍ خزان زپلي ملک د عکاسۍ سره سره خپل ملت په رګونو کې د آزادۍ دپاره جوش او غيرت رالړزولو د کامياب تحريک ابتدا وکړه  ’’همېش خليل  پښتانه ليکوال  ص 26  25

دغه شان ډاکټر سلمی شاهين ليکي : 

‘‘او رښتيا هم دا دي چې مخفي صاحب په پښتو ادب کې د جديد نظم هم د سټایل او هم د مضمون له لحاظه وړومبی  نظم ګو شاعر دی  د ده په عصر کې که هر څو نور شاعران هم د ده ملګري ليدی شي خو که مشري  په  مشرۍ وي نو د پښتو د جديد نظم ابتدا يقيناً چې د مخفي د ذات نه کيږي  دا نه يواځې په دا چې د فورم يا سټایل له لحاظه نوی دی بلکې د حريت او آزادۍ جذبې کړنګار هم پکې په زوره اوريدی شي  د مخفي صاحب د نظم خاصيت يواځې دا نه چې نوی او جديد دی بلکې په شعوري تحريکي انداز کې یې د پښتو د شعر اصليت تر مخه نيولی دی  روايت یې بيخي پريښی دی او د ملي بحرونو او اوازونو شاعري یې په دې مقصد کړې ده چې د پښتو د مزاج مطابق وي ’’

                              سلمی شاهين  جديد نظم په پښتو کې  ص 99  

ډاکټر عبدالوحيد پخپله يوه مقاله ‘‘ پښتون شاعر فضل محمود مخفي’’ کې ليکي : 

‘‘د شعر ژبه خوږه هم وي او پسته هم زړه راښکونکې هم وي او فکر رالړزونکې هم  دغه وجه ده چې د ګران مخفي صاحب شاعرۍ د پښتنو په ذهنونو کې د آزاد ملي رياست هغه نه ورانېدونکي نقشونه جوړ کړل چې پيرنګي سامراجي حکومت واکمن ورته ګوته په خوله پاتې شول  او دغه ملي شاعرۍ د پښتنو مشرانو په فکر کې هغه طوفانونه را ولړزول چې اثرات یې د اېشيا په سياسي تاريخ کې اوس هم محسوسېدی شي او پښتنو مشرانو د دغه شاعرۍ په رڼا کې د ملي کاروان په لاره د ازادۍ مشالونه بل کړل  ’’      

             ډاکټر عبدالوحيد مياشتنۍ پښتو مجله اپريل ميي جون 2005  ص 75

د دغو پورته حوالو نه واضحه شوه چې پښتو شاعري چې د شلمې صدۍ نه وړاندې د اولسي اصنافو په رنګ کې د لب و رخسار په سحر کې راغلې وه  د شلمې صدۍ په وړومبنو عشرو کې د انجمن اصلاح الافاغنه د سيوري لاندې عبدالغفار خان او د هغه ملګرود خيال او تصور دغه ګرفت نه را اوويسته  او رښته یې معاشرتي مسیلو او زمکني حقيقتونو سره وتړله  د عبدالغفارخان په ملګرو کې بيا فضل محمود مخفي صاحب د پښتو شاعري ترقي پسندو لارو سره اشنا کولو کې هغه کردار ادا کړو چې د را روانو ترقي پسندو شاعرانو دپاره د ميل کاڼی ثابت شو  مخفي صاحب څه خو په خپل دات کې پخپله د مقصدي ادب قایل وو او څه ورسره د هغه دور حالات ملګري شول  دا هغه وخت وو چې په پښتون اولس يو داسې جابر او استحصالي قوت مسلط وو چې د پنجو نه یې خلاصون او ازادي ډيره مسیله وه  مخفي صاحب په داسې ماحول کې خپل قلم استعمال کړو او هغه ولوله انګيز نظمونه یې وليکل چې د ظلم جبر او استحصال په تورو تيّرو کې روڼ مشالونه ثابت شول   د هغه دغه د قامي احساساتو او مظلومې طبقې په مرسته کې ليکلي شوې نظمونه د پښتو د ترقي پسندې شاعرۍ دپاره په اصلي معنو کې بنياد ثابت شو د مخفي صاحب د دغه قسمه شاعرۍ څو نمونې دا دي : 

وطن

‘‘وطن وطن وطن وطن  يا  خوږ  وطن  زما

               په  ما له هر څه ګران

په  تا  کې دی آرام  د  روح د سر د تن زما

               له   تا   نه   زه   قربان  

چې څوک  په   ښاريو  کې د بل  چا  لټوي  زر

               او    نا  قلاره      وي 

ياديږي   ورته   لاس  په    تندي   پاس  په   سر

               او   بې   آرامه      وي 

د  داسې  وږو  سترګو  خلقو  حال  وي   تل   بتر

               او  خوار  و  زاره  وي 

د  داسې   ژونده   ښه    خدائګو   زنکدن     زما 

               د  قام  په   ننګ  روان

وطن وطن وطن وطن  يا  خوږ  وطن  زما

               په  ما له هر څه ګران

شړئ د داسې  کس   له   شاله   ښه  ده د  بل چا

               چې  نه  لري   غيرت 

شوده    د  ده    بزو    د ده   په   لوري  هر  صبا

               اوبه   یې  دي  شربت

 جونګړه    د  ده  غوره   له    ماڼۍ  ده   د  بل  چا

               او    فقر   یې    دولت 

له  تاجه   د  بل  چا    ښه   دی   پټکی خيرن  زما

               د   قام   په   غم   روان

وطن وطن وطن وطن  يا  خوږ  وطن  زما

               په  ما له هر څه ګران

په  تا کې دی ارام  د  روح  د سر  د  تن  زما

               په تا کې  دی  ارام 

وطن وطن وطن وطن  يا  خوږ  وطن  زما

               په  ما له هر څه ګران

 

 

 

 

د ژوند نښې

 

هغه   قام  ژوندی  دی  چې  جذبات  د  شهادت   لري

جمع په  خپل  ځان کې  استقلالعلم و حکمت لري

بې    د  استقلاله   هنر   جنګ    کې    په   توره    ده 

توره دې تېره ساتي هر څوک چې د  جنګ   نېت   لري

علم   د   انسان   د   فوقيت    دی   يو   محکم    نشان 

د   ا صفت     جهاد   سره    ډير   لوې    مناسبت    لري ’’

                همېش  خليل   پښتانه ليکوال  ص ٍ14

د مخفي صاحب پېروۍ کې د مقصدي شاعرۍ کاروان چې روان شو نو لړۍ یې د اولسي ادبي جرګې تر قيام 1951 پورې ورسېده چې بيا کاکاجي صنوبرحسين ورته نوره وده ورکړه او د مقصدي شاعرانو يو پوره نسل یې تيار کړو په دغه نسل د وسله وال جدوجهد او اشتراکي نظريياتو اثرات هم وو او دغسې پښتوکې مزاحمتي او انقلابي شاعرۍ هغه لاره هواره شوه چې پکې ځنې داسې شاعرانو هم برخه واخسته چې په مجموعي ډول مزاحمتي شاعران نه وو لکه د صاخبزاده محمد ادريس سمندرخان سمندر محمد اسلم خان کمالي اميرحمزه خان شنواري سيد رسول رسا او فضل حق شيدا غوندې شاعرانو هم انقلابي او مزاحمتي نظمونه وليکل  البته کاکا جي صنوبر حسين مومند په دغو شاعرانو کې نه يواځې انقلابي او مزاحمتي شاعر وو بلکې د دغه قسمه شاعرانو تربيت به یې هم کولو تر دې چې کاکا جي صنوبر حسين مومند د دغه مقصد دپاره په کال 1953 کې پېښور کې اولسي ادبي جرګه جوړه کړه  او د اجمل خټک همېش خليل قلندر مومند سيف الرحمان سليم ولي محمد طوفان او مير مهدي شاه غوندې انقلابي او مزاحمتي ليکوال یې وروزل  ځکه کاکا جي صنوبر حسېن او د هغه د غورزنګ په اړه يو څه تفصيل هم دلته راوړلی شي  

ښاغلی اجمل خټک هم د کاکا جي صنوبر له خوا د وسه وال جدوجهد د مرستې په حقله ليکي :

‘‘کاکا جي په اتمانخيلو سوال قلا او مومندو غازي شاعري وه  او د دې شاعرۍ موضوع به د پيريانو او ديوانو تصوراتي کارنامې او قيصې بيانول وو او په ړندو جذباتو کې به د فرضي بادشاهانو حال او قيصې بيانول شو د اوسني ژوند پرستو تصوراتو د کاروان لارې شړې پرتې وې  د نولسمې پيړئ عيسوي په آخر کې د انساني ژوند په تياره ماحول کې د ژوند پالونکي عقل او فکر يوه رڼا راپورته شوه  دغه رڼا په اول کې څه لږه تته او راغونډه وه  خو ورو ورو خوريدله  او آخر د خپلې سرچشمې نه د ايشيا او يورپ د تيارې دنيا په لور په ډيره تندۍ خوره شوه  او اوغورزيدله  چې څه وخت زمونږ په خاوره فرنګي استعمار خپلې سامراجي منګولې ښخې کړې وې او د شريک هندوستان په ذهن او عقل او علم ادب یې مرګونی تروږمی راوستلی وو نو دغه رڼا زمونږ په لور هم چپه راوړه  زمونږ په ننګيالۍ خاوره د خورو وطني او فکري غلامۍ ژورو تيارو سره یې پنجه واچوله  او د خوروور وطن په هر تياره ګوډ کې یې د رڼا څړېکې راپورته کړې او اخر دې ژوند پرستې رڼا په پښتونخوا هم پېره راوړه  د شلمې پېړۍ عيسوي په اول کې د دې علاقې يو څو ښاغلو انسانانو دغه رڼا محسوس کړه  خو د کال  1940  35 نه را په دېخوا  چې کومو لويو انسانودغه عالمي رڼا ته په خپلو زړونو او ذهنونو کې ځای ورکړو نو په هغو کې د دې علاقې اولسی رهنما او ژوند پرست اديب او شاعر کاکا جي صنوبر حسين مومند مرحوم هم شامل وو کاکا جي مرحوم دغه رڼا د دې علاقې د علم و ادب او فکر او عقل سره اشنا کول شروع کړل  دا ډير ګران کار وو ولې جې په سنګينو او پخو تيارو کې رڼا ځای کول او کور کول وو ’’ 

                اجمل خټک  قيصه زما د ادبي ژوند  ص 230

ښاغلی قمر راهي صاحب د کاکاجي صنوبر د دغه ترقي پسند فکر او مجاهدانه کردار په وجه هغه سره خپله پيژندګلو يو لوې اعزاز ګڼي او دغسې د کاکاجي مبارزو او ترقي پسندۍ ته اشاره کوي او وايي : 

‘‘زه که دا اووايم چې کاکاجي ما ډير ښه پېژنده نو دا به څه دومره لويه خبره نه وي ځکه چې د کاکاجي نوم خو پښتونخوا کې لکه د سحر د وږمې خور وو افغانستان او روس کې هم خلقو پېژندو نو بيا که ما پيژنده نو څه اوشو؟ لوې خلق هميشه ما غوندې خلق پيژني  او بيا کاکاجي خو هغه وخت هم خلقو پېژندو چې د بال بهارت سبها يو سروهلی بروهلی کارکن وو د مولانا عبدالرحيم پوپلزي غوندې قامي مشر د سترګو تور وو  دا غالباً نولس سوه اتويشتم وو چې د شرر تندر او جليا انګار په غرغنډو وو هم دغه کال وو چې د کاکاجي سيلاب هر څه په مخه اخستي وو دغه وخت هم کاکاجي د اولس د زړه سر وو بيا چې انګار سوړ شو سيلاب وچ شو او کاکا جي مومندو ته لاړ نو د کاکاجي نوم نور هم وځلېدو  بيا خلقو هم کاکا جي د غلنئ ګندهاب او د سيد احمدشاه بريلوي شهيد پاتې مجاهدينو سره په ډله کې په  لام کې شريک ليدلی وو د کاکاجی هغه شمله هم د خلقو هيره نه ده کوم چې د مولوي برکت الله ‘‘اميرالمجاهدين’’ په مشرئ کې د سمرقند نه د کاکاجي په خودساخته ساييکلو سټاييل چاپ کيده او بيا چې اتلس کاله پس کاکاجي خپل وطن ته راستون شو نو اګر که : 

               د   شيرينې  لب   په   لبو  د  خسرو  شو

               که فرهاد په تېشه پرې کړه د غر څوکه    

ولې کاکاجي د اولس هير نه وو نو ما به يارانو ولې نه پېژنده  زمونږ په وطن کې د بنيادمو کمی نشته هغه د چا خبره چې په دې لحاظ مونږ ډير بختور يو  په کروړونو خلق دلته اوسي  دلته البته د ‘‘غلې’’ نه هم زيات د انسان کمی دی دلته په  مودو پس چرته انسان پيدا کيږي 

               جو دانه قدر يو لعل پکې موندی شي

               نور   جهان   واړه   د تورو  کاڼو  غر  دی

او کاکا جي په کروړونو بنيادمو کې يو انسان وو نو ځکه زه بيا هم وايم چې که ما هغه پېژنده نو دا څه لويه خبره  نه ده  د لوئۍخبره دا ده چې کاکاجي زه پېژنم ’’

                                  قمر راهي  مياشتنۍ مجله قند مردان  نومبر 1957ص 92

ښاغلی سليم راز په پښتو ادب کې د ترقي پسندۍ اصلي محرک کاکاجي صنوبر حسين ګڼي او وايي : 

‘‘کاکاجي په پښتو ادبي ميدان کې هم يو لوې انقلابي رول ادا کړی دی او په پښتو شعر و ادب کې یې په وړومبي ځل په شعوري توګه په سائنسي بنيادونو ترقي پسندي ورداخله کړې ده  دا نن چې په پښتو ادب کې جديد او ترقي پسند رجحانات موجود دي دا د کاکا جي د شعوري کوششونو برکت دی  دا نن چې په پښتو ادب کې د انقلاب او ترقي پسندۍ په نوم کوم غټ غټ نومونه ښکاري د دوئ په روزنه او تربيت کې د کاکاجي لاس دی  دا نن چې په پښتو ژبه کې تنقيدي او سماجي شعور نه ډک ادب موجود دی د دې بنياد کاکاجي اېښودی وو او په اولسي ادبي جرګه کې کاکاجي د پښتو ليکونکو ذهني روزنه او فکري راهنمايي کړې ده  کاکاجي د اولسي ادبي جرګې په موسسينو کې وو او په دې جرګه کې کاکاجي دوست محمد کامل او امير حمزه  خان شنواري نوي ليکونکو ته د ليک او تنقيد چل وښودلو  تنقيد کول او تنقيد زغمل یې ورته وښودل  کاکاجي په اولسي ادبي جرګه کې يو راهنمايانه رول ادا کړی دی چې نن نوی کول هم ترې متاثره دی ’’

                سليم راز تنقيدي کرښې  ص  56  55 

پښتو ناول : 

                 پښتو کې دطبع زاد ناول پييل په کال  1912 کې د راحت زاخيلي د نتيجه عشق نه شوی دی چې دغه ناول د ‘‘ ماه رخې’’ په نوم هم ياديږي  تر کال 1939 پورې پښتو کې بيا بل کوم ناول وو نه ليکلی شو په 1939 

کې چې د نور محمد ترکۍ ناول ‘‘بې ترتيبه زوئ ’’ په کابل مجله کې په ګڼو ټوکونو کې چاپ شو نو ورپسې یې يو شمير نور ناولونه هم وليکل  خو په  پښتونخوا کې بيا باقاعده او د فن په تول پوره ناول په کال 1950 کې د پېغله په نوم چاپ شو چې صاحبزاده محمد ادريس ليکلی وو د دغه ناول نه پس په پښتو کې په مجموعي توګه او په پښتونخوا کې په ځانګړي ډول ګڼ شمېر ناولونه چاپ شول چې تفضيلي معلومات به پرې وروسته بحثونو کې مخې ته راشي  

پښتو افسانه : 

پښتو کې افسانې د پیېل په اړه د قلندر مومند دعوی ده  چې وړومبۍ افسانه په کال 1901  کې لړم پيرنګي جی جي لوريمر ليکلې ده چې د هغه کتاب “A dictionary of Waziri language”   کې راغلې ده  خو دغه قيصه د افسانې په فني لوازماتو پوره نه حېژي  ځکه د پښتو په ليکوالو او څېړونکيو کې په دې خبره اتفاق دی چې د پښتو وړومبۍ باقاعده افسانه په کال 1917 کې راحت زاخيلي د کونډه جينۍ په نوم ليکلې ده  دغسې په پښتو کې چې د افسانې سفر شروع شو نو يو شمېر ليکوالو افسانې وليکلې خو د افسانې ليکلو دغه رفتار ډير سست او مقدار ډېر کم وو  د کونډه چينۍ نه علاوه د راحت زاخيلي نورې افسانې دا هم واده وو د طارق اختر لور خور که غوا مېښه پټ پټونی او د تندي ليک هم مختلفو مجلو کې مخې ته راغلې  دې نه علاوه د ميا آزادګل افسانه ‘‘ د مړي پيِغام’’ او د هغه دويمه افسانه ‘‘ دنواب صيب اشنايي’’ هم په مجلو کې چاپ شوې  دې دور کې يو شمير افسانې ماسټر عبدالکريم هم وليکلې چې د هغه کتاب ‘‘جولۍ ګلونه ’’ کې د ځنو تکلونو سره يو ځای چاپ شوې   د ماسټر کريم دغه افسانې د کال  1937  او 1955 تر مينځه دور کې ليکلې وې   کتاب یې 1956 کې چاپ شوی دی  دغسې يو شمير نورې افسانې د مختلفو ليکوالانو د کال 1942  نه تر کال 1947 پورې مختلفو مجلو کې چاپ شوې چې تفصيل یې په دې ډول دی  

د ګناه قيدي                   ميا سيد رسول رسا      نن پرون دهلي جولايي 1942

د مهابن شپونکی                                               اکتوبر   1942  

مېرني  روڼه               مولانا عبدالقادر مرحوم  اګست  1942      

زما  ژوند                   فاروق  شنواري                               

دوستئ حق               ايس ای رحمان مرحوم                 نن پرون  دسمبر 1943 

بې غمه                      عبدالحميد انور                              نومبر1943 

زړه                             سيد نصرالله جان                           اکتوبر

بهادره يښتنه             بيګم فقيراحمد                 جنوري  1944  

د  زړه  رنځ                 تحسين الدين                 جولايي 1944 

ميراته                       امير حمزه خان شنواري 

عدالت                      اديب سرحدي                 پشتون  اکتوبر1945 

د اباسين په غاړه      مراد شنواري                      افغان   نومبر  1946

د يتيم  خوب             سيد فريدالله شاه                           پشتون فروري 1947

لوګه                           محمد اسلام 

                همېش خليل  د قلم خاوندان  ص  313  

دې دور کې چې کومو ليکوالو افسانې وليکلې هغو کې د مفلس دراني سمندر خان سمندر عبدالغفران بېکس رضا مهمندي اميرحمزه خان شنواري نادر خان بزمي سيد مير مهدي شاه مهدي او اجمل خټک نومونه هم شامل دي  د افسانو وړومبۍ مجموعه د نادرخان بزمي ‘‘پلوشې’’  په کال 1948 کې چاپ شوه  دغو درې څلور کالو کې د اولسې ادبي جرګې تر قيام 1951 پورې مراد شنواري همېش خليل لطيف وهمي قلندر مومند هم افسانې وليکلې او بيا وروسته دور کې زيتون بانو ګل افضل خان خالقداد اميد سعدالله جان برق طاهر اپريدي او ګڼ شمير افسانه نګارو افسانې وليکلې چې تفصيلي بحث به پرې په خپله موقع کولې شي  

پښتو ډرامه :

پښتو کې د ډرامې آغاز د سټېج ډرامې نه شوی دی چې د انجمن اصلاح الافاغنه د سيوري لاندې د اتمانزو په هايي مکتب کې د عبدالاکبرخان اکبر ډرامه ‘‘درې يتيمان’’ په سټېج وښودلې شوه  دا د 1927 کال وو  دغه دور کې د انجمن اصلاح الافاغنه د سيوري لاندې يو شمير نورې ډرامې هم په سټېج وښودلې شوې  او بيا ځنې په کتابي صورت کې هم چاپ شوې چې پکې د اميرنواز جليا ډرامه ‘‘ درد’’ د عبدالخالق خليق درې ډرامې خوږ ژوندون شهيده سکينه او خدايي خدمت ګار هم شاملې وې  دې نه علاوه د قاضي رحيم الله نوې روشني او همت دوه بېلې ډرامې د عبدالله جان اسير درس عبرت د فضل رحيم ساقي سپېره مرګی او عبدالاکبر خان اکبر جونګړه شاملې وې  د کال 1930 په زمانه کې په اسلاميه کالج پېښور کې هم ډرامې په سټېج ښودلې شوې چې ډاکټر محمد اعظم اعظم یې په خپل کتاب ‘‘پښتو ادب کې ډرامه نګاري ’’ کې يادونه کړې ده  د اسلاميه کالج په دغو ډرامو کې د ميا عبدالرزاق د جنت ماڼۍ او خانک جارو  دوه مشهورې ډرامې وې  د ډرامې د غه سفر روان وو چې کال 193536  کې پېښور کې ريډيو سټښن جوړ شو  د اسلم خټک د ډرامې ‘‘ د وينو جام’’ نه د ريډيايي ډرامو پېل وشو چې پکې په وړومبي دور کې سمندر خان سمندر اميرحمزه خان شنواري مراد شنواري اجمل خټک او رضا مهمندي زياته برخه لرله  خو په دغو کې هم د ټولو نه زياتې ډرامې د ريډيو دپاره سمندرخان سمندر او امير حمزه شنواري ليکلې وې چې د سمندر خان سمندر د ډرامو يو تفصيل ښاغلي همېش خليل په خپله ډاېريکټرۍ د قلم خاوندان کې ورکړی دی او د اميرحمزه شنواري د ډرامو يو فهرست خاطر غزنوي سره خوندي وو دغه دواړه فهرستونه دلته اوګورئ : 

د عمل آيينه          ريهرسل                دزرو تير

وهم        خون                                     د اسمان ممنجوري 

تېر وار    د ژوند اړ                              وړوکی  اختر

روغ نيت               نيمګړې دنيا                         کڼه  باچايي

ړنده باچايي                         لاغ                  هغه سړی څه دی چې د ځانه خبر نه دی 

ازمېښت                 د مومن مېړانه       مجاهد 

شهادت عظيم                      د زړه دربار                          فرعون او ابليس

د ابليس دربار                      نکرځي                 حرص

د صبر ميوه                          سور پېزوان                          اقبال په اسمانو کې 

شه شپه                  د ژوند رمز                           د زلمي توب خوب 

د لستوڼي مار                       دوه کاڼه                               خواب هستي

د کورنټراعرف زما به ځم    قسمت او عقل      د غنم دانه

ژبه                         افيمي                    سوداګر

يتيمه                      لور خور                               د کونډې زوئ

کونده                    تاج محل                             پښېماني 

ګټه بایلات                           يتيمه رحمته                         نوموړی مېړه 

د ارمان نکرځي                   د کړه مار يوسف  دوستي

ډرامه                     ته پوئ شوې 

د امير حمزه خان شنواري د ډرامو فهرست په دې ډول دی         

ګمان د ايمان زيان دی       2381951

پښتو       2671938

د تيلو ډيوه            1281938

زميندار   18.31940

د قاتل خاتمه        19111939

وهمي     2951939

د دنيا عجب بازار دی         1671938

سيکچ په پښتو کې              541939

خون نه پټېږي       3011938

داسې اختر کيږي2311939

د اختر ورځ          12111938

دوه دوستان           1681939

کلپه روپئ             2831940

راجه نل ترجمه     151939

خوش بخت يا بختور          1771939

خرخشه  تاريخ نه لري

سوړ اسوېلی         771937

دوه لارې              14101940

غل بادشاه             661938

مسافر     1061938

هوښيار کم عقل   731939

مېره مور2341938

چې رښتيا راځي دروغو به کلي وران کړي وي              1451938

بې ګناه مفرور       2081939

قرباني     28121939

سخي داسې وي   1681939

ژرنده ګړی            1948 

 

د سټېج او رېډيو نه علاوه يو شمېر ډرامې په کتابي صورت کې هم  خوندي دي  او په کال 1974 کې چې پېښور کې ټي وي سټېشن جوړ  شو نو بيا د ټي وي دپاره هم ګڼ شمير کې ډرامې وليکلې شوې،  د ډرامې په دغو ټولو تفصيلاتو به په خپله موقع  بحث مخې ته راشي. 

سفر نامه 

پښتو کې سفرنامه ليکنه هم دغه د 1921 او 1951 تر مينځه دور کې راغلې ده  او ترقي یې کړې ده  په کال 1921 کې عبدالاکبر خان اکبر د روسي ترکستانن سفر او ميا اکبر شاه د آزادۍ تلاش سفرنامې وليکلې نو پښتو کې د لوړ معيار د باقاعده سفرنامو آغاز یې وکړو دغسې پښتو کې د سفرنامه ليکنې سفر مخ په وړاندې تللو چې يو شمير د اوچت معيار سفرنامې پکې وليکلې شوې  په ځانګړي ډول د حمزه بابا د حجاز په لور د اوچت معيار سفرنامه ده  دې نه علاوه د نصرالله خان نصر د امب سفرنامه د سيده قانته بيګم زما سفرنامه د حمزه بابا د کابل منظومه سفرنامه او يو شمير نورې د کال 1945 او 1948 تر مينځه کلونو کې مخې ته راغلې  پښتو کې د سفرنامې دغه سفر چې دوامدار پاتې شو نو وروسته بيا دغه سفر کې طاهر اپريدي نواز طائر محمد عليم ايډوکيټ ډاکټر شيرزمان طائزي رحيم شاه رحيم او نورو ګڼ شمير ليکوالو سفرنامې وليکلې چې په خپله موقع به یې تفسيلي معلومات مخې ته راشي.  

مضمون او تکل انشاییه  

پښتو کې د سنجيده او علمي مضمونونو او ليکونو نمونې خو د شلمې صدۍ په وړومبو لسيزو کې هم ليدی شي  خو د تکل د ځانګړي اسلوب نثري ليکونه او هنري نثرونه بيا ځه موده وروسته مخې ته راغلي دي چې په وړومبي سر کې پکې راحت زاخيلي  کاکاجي صنوبر حسين مومند مولانا عبدالقادر امير حمزه شنواري مراد شنواري عبد الحليم اثر افغاني عقاب خټک سيد تقويم الحق کاکاخيل او څو نورو ليکوالو برخه اخستې ده  خو په باقاعده توګه د تکل په نوم ځانګړي اسلوب او طرز کې نثري ليکونه د اولسي ادبي جرګې د قيام  1951 نه پس پښتو کې عام شوي دي چې په وروسته بحثونو کې به یې تفصيلات مخې ته راشي . 

خاکه ليکنه  

خاکه د ادب يو ځانګړی نثري صنف ژانر دی  چې پښتو کې په دغه دور  1921 نه تر 1951 کې ورته ډيره کمه پام لرنه شوې ده  پښتو کې وړومبۍ باقاعده خاکه د عبدالحليم اثر افغاني ګڼلی شي چې په عبدالخالق خليق یې ليکلې ده  او په کال 1949 په انصاف ورځپاڼه کې چاپ ده  په همدغه کال کاکاجي صنوبرحسين مومند هم د ‘‘زوړ اشنا’’ په نوم خاکه ليکلې ده چې چاپ شوې په وروسته کلونو کې ده  د خاکه نګارۍ صنف چې د کال 1951 نه پس یې وده وموندله نو عبدالخالق خليق ميا احمد شاه اصغر لالا مراد شنواري قلندر مومند رشيد علي دهقان هميش خليل تقي شراب هاشمي لطيف وهمي قمر راهي اياز داودزيعبدالله جان مغموم ايوب صابر او يو شمير نورو ليکوالود اوچت معيار خاکې وليکلې  دغو کې د خاکو وړومبۍ مجموعه خو د سهيلي پښتونخوا صاحب زاده حميدالله چاپ کړه خو وروسته په پښتونخوا خيبر پښتونحوا کې هم د خاکو يو شمير مجموعې مخې ته راغلې  د خاکې او خاکه ليکنې په اړه معلومات به هم په وروسته بحثونو کې مخې ته راشي . 

طنز و مزاح 

پښتو کې طنز و مزاح په ګڼ شمير ژانرونو کې مخې ته راغلی دی  طنز په نثر کې هم کيدی شي او په شاعرۍ کې هم  ځکه په نظمونو غزلونو او هاييکو کې هم د طنز او مزاح غوره نمونې شتون لري  او په نثري ژانرونو هنري نثرونو تر دې چې په افسانوي ادب ناول ډرامه او افسانه کې هم د طنز او مزاح غوره نمونې شتون لري  

د طنز او مزاح د دغو ټولو اړخونو مفصل معلومات به په وروستنوبحثونو کې تر نظره کيدی شي  

    شخصیت نګاري (ځان‌لیکنه)

د پښتو د 1921  نه تر1951   پورې دوره کې د پښتو په نثري ليکونو کې ځان ليکنه Auto Biography او شخصيت ليکنه Biography هم وليکلې شوي  په دغو ځان ليکنو کې ډيره غوره نمونه د خان عبدالغفار خان ‘‘زما ژوند او جدوجهد’’ ده  دې نه علاوه عبدالخالق خليق  زه او زما زمانه منظومه وليکله  او بيا يو شړېر ځان ليکنې وروسته کلونو کې وليکلې شوې  دغسې شخصيت ليکنې په ګڼ شمېر کې مخې ته راغلې چې پکې د دوست محمد خان کامل مومند همېش خليل اجمل خټک او نورو ډېرو ليکونه مخې ته راغلل  تفصيلات به وروسته پاڼو کې اوګورئ  

  مکتوب‌نګاري

          د کال 1921 نه تر 1951 دور کې د پښتو ليکوالانو په ګڼ شمېر کې مکتوبات يا خطونه هم ليکلي دي چې څه پکې شخصي دي او څه د ورځپاڼو او مجلو د مديرانو په نوم دي  د دغو مکتوباتو يو شمير مجموعې هم چاپ دي چې تفصيلات به یې وروسته بحثونو کې راوړلې شي  

 تحقیق او تنقید، څېړنه او کره کتنه 

         پښتو کې د څېړنې او کره کتنې پيل د پيرنګيانو د علمي او ادبي هڅو نه شوی وو خو وروسته بيا پښتنو ليکوالانو په افغانستان هند پښتونخوا او سهيلي پښتونخوا کې زياته وده ورکړه  پښتونخوا کې د کال 1921 نه تر 1951 پورې دور کې ډېرې مهمې څېړنې  مخې ته راغلې او ورسره تنقيدي اثار هم چې ګڼ شمېر څېړونکيو او کره کتونکيو پکې د قدر وړ کارونه کړي دي  دغه فهرست ډېر اوږد دی خو په وړومبي سر کې پکې د دوست محمد خان کامل مومند سيد بهادر شاه ظفر کاکاخيل عقاب خټک عبدالحليم اثر افغاني پروفيسر عبدالمجيد افغاني وغيره نومونه زيات څرګند دي  د څېړنې او کره کتنې دغه سفر بيا وړاندې کلونو کې ډير تيز شو   او د اجمل خټک قلندر مومند هميش خليل تقويم الحق کاکاخيل او ګڼ شمير څيړنکيو او کره کتونکيو خدمات مخې ته راغلل  چې دغه ټول تفصيلات به وروسته بحثونو کې مخې ته راشي    

عمومي تبصره  

            د پښتو د معاصر ادب په پښټونخوا کې دويم پړاو په ډيرو حوالو خورا ډير اهميت لري   په دې پړاو کې ګڼ شمېر نوي ژانرونه مخې ته راغلل  پښتو نثر د نوو لارو سره اشنا شو د پښتو په افسانوي ادب کې نوې لارې خلاصې شوې  نوي مصضوعات رامخې ته شول  د نړيوال ادب ژباړې وشوې  د شعر په ميدان کې هم نوي ژانرونه او نوي موضوعات د ادب برخه شوه  د نړي وال ادبي تحريکونو اغيزې پښتوادب ته داخلې شوې  پښتو شاعري د مقصديت او ترقي پسند شعور ترجمانه جوړه شوه  پښتو شاعرۍ کې سياسي او ټولنيز اثرات په شدت سره رامخې ته شو  د پښتو صحافت د ارتقا سره مخ شو  د پښتو ژبې د ترقۍ دپاره شعوري هڅې وشوې  پښتو په نصاب او تعليم کې د شاملېدو عملي هڅې وشوې  د پښتو ډير لوې لوې ليکوال مخې ته راغلل چې په تخليقي  تحقيقي او تنقيدي ادب کې یې پښتو ته ډېرې بخښنې وکړې  د څېړنې او کره کتنې په ميدان کې د نړيوال علم نه استفاده وشوه او په تخليقي ميدان کې هم پښتو ادب د نړيوال ادب سره سيال شو  دې بحث کې د دغو اړخونو يواځې يوه لنډه پېژندګلو وشوه چې تفصيلات به یې په راروانو بحثونو کې بېل  بېل  مخې ته راوړلی شي 

 

 

د پښتو معاصر ادب د دويم پړاو سره اړوند شخصيات او ليکوال

 

د پښتو د معاصر ادب دويم پړاو د انجمن اصلاح الافاغنه د جوړيدو کال 1921 نه شروع کيږي او د اولسي ادبي جرګې د جوړيدو کال 1951 ته رارسيدغو ديرشو کلونو کې د پښتو معاصر ادب ډير لوې شخصيات پيدا کړي دي چې د علمي او ادبي بخښنو لړۍ يې د شلمې عيسوي پيړۍ تر اخره دوامداره وه دلته د معاصر پښتو ادب سره اړوند شخصياتو ژوند او خدمات په دې بنياد ټاکلی شوي دي چې د کومو شخصياتو د زيږون کال د وړومبۍ جنوري 1900 نه تر دسمبر 1929 پورې دی نو د دغه دويم پړاو سره اړوند شخصيات ګڼلی شوي دي  هر څو که د خدماتو لړۍ يې وروسته هم دوامداره پاتې شوې او د معاصر ادب د دريم پړاو پورې هم غزيدلې دهخو د 1930عيسوي کال نه پس زيږيدلي شخصيات او د هغوئ کاروزيار به د دريم پړاو د ليکوالو او اړوند شخصياتو په توګه بيل معرفي کولی شي دلته د معاصر پښتو ادب د دويم پړاو د ليکوالو او اړوند شخصياتو د ژوند حال او کاروزيار تفصيل کتلی شئ:

 

                                                                                                                سمندر خان سمندر

 

سمندر خان سمندر د پښتو د معاصر نوي پښتو ادب يو داسې شخصيت دی چې په ډيرو صنفونو کې يې خورا ډير ليکونه کړي دي يواځې د توحيد ترنګ يې لس ټوکه دی حې څلور شپيته زره بيتونه لري او بيا يو شمير نظمونه يې بيل بيل کتاب دی سمندر مرخوم د لوګيډلی ژوند په نوم خپل ځان ليک يعنې سواح عمري هم ليکلې ده چې پکې يې ډيرې بې باکه خبرې هم کړې دی خو لنډ او جامع حالات يې استاد هميش خليل په پښتانه ليکوال کې راوړي دي چې تر مخه يې

سمندر خان سمندر د منصور خان ځوئی  عبيدالله خان نمسی او اصغر خان کړوسی د قندهار د غلزۍ قبيلې د سليمان خيل څانګې د کال ١٩٠١ د جنورۍ د مياشتې په ړومبۍ ورځ د نوښار تحصيل په ٫٫ بدرشي  نومې کلي کې پېدا او لوئی شو  مور پلار ورباندې جانس خان نوم کيښو  ولې د يو فقير په اصرار د جانس خان نه سمندر خان شو  

               سمندر خان لا د تي ماشوم وو چې د کور زنانه و کې د مخالفت په وجه له موره وشوکولی شو  د خوراک دپاره یې ورته د چيلۍ د پييو انتظام وکړو  ولې دې ماشوم د چيلۍ پييو ته هېڅ هسه نه کوله  او دغه شان د لوږې له لاسه به په ژړا ستړی شو  نو مور به یې ورته راغوښتله  ماشوم به موړ په قلار شو  نو تروريانو به بيا له موره وشوکولو  

               درې کاله هم دغه شان د سمندر پرورش وشو  چې د شپږو کالو غوټکی شو نو ټپې به جوړولې  اواز یې هم خوږ وو ځکه خلقو به خوښولو او ټپې به یې ترې اورېدې او په دغه وجه به یې ورته طوطي وييل  يو کال پس د کلي يوې استادې سره په سبق کېنولی شو  د ابتدايي ديني لوستې نه پس دکلي يو ملا نه یې په جماعت کې قرآن مجيد او پنج ګنج ختم کړه  دغه نه پس د نوښار په يو سرکاري مدرسه کې داخل کړی شو  دلته نه یې چې څلورم صنف ختم کړو  نو شعر وييلو ته د زيات رغبت او شعرونو جوړه په وجه به اکثر د مدرسې نه غير حاضر وه  نتيجه دا شوه چې سبق یې پرېښو او دغه شان د باقاعده تعليم نه محروم پاتې شو  

               د سمندر خان سمندر پلار دغو ورځو کې د ملازمت په وجه چترال کې وسېدو  دغه وخت دی څوارلس کلن وه  پلار ځان سره چترال ته بوتلو  څه موده خو د پلار سره وه  خو له دغه ځايه په دې خيال وتښتېدو چې دده د ژوند د ضرورياتو پېټی دې د بل چا په سر نه وي  په دغه وجه مزدورۍ ته یې لاس کړو  کله به یې خټې لوټې کولې او کله د سړک په غاړه ناست کاڼي به یې ټکول  کله به په کوم سرکاري دفتر کې قاصد او کله به د کوم افسر سره اردلي شو  کله به کوچوان شو ټانګه به یې چلوله او کله به د جادو د زدکړې دپاره د کوم جادوګر سره شاګرد شو  او بيا د جادو داسې استاد شو چې دغه فن کې د مظاهرو په وخت نه صرف ډېرې تمغې او سندونه یې تر لاسه کړه بلکې 

يو انګريز بريګيډيير کلائمنډ به وييل  

٫٫ ما د سمندر غوندې جادوګر په يورپ کې هم ډېر کم ليدلي دي 

کوم وخت چې پښتنو کې د وطن د ازادۍ تحريک شروع شو زمونږ دا شاعر هم د ازادۍ په دغه تحريک کې شامل شو  چې په جلسو جلوسونو په موقع مشاعرو کې به یې په خپلو شعرونو خلقو کې جوش او جذبه پېداکوله  خو روستو څه وخت چې خدايي خدمتګار تحريک په کانګرس کې ضم شو  نو سمندر خان سمندر هم لکه د محمد اکبر خادم دغه تحريک پرېښو  بيا څه موده پس خاکسار تحريک سره ملګری شو  ولې هلته نه هم د انګرېز له مظالمو  هندو د مکارۍ او ځينو مسلمانانو ليډرانو د غدارۍ په وجه لاړ  بيا کوم وخت چې د پاکستان دپاره مسلم ليګ تحريک ښه په زور شور شروع شو  نو سمندر خان سمندر هم دغه تحريک کې شامل شو او د پاکستان د قيام دپاره یې د مټو او هم د قلم جهاد شروع کړو خو د پاکستان د قيام دپاره پاکستان کې د کوم نظام راوستلو وعدې چې پوره نکړې شوې نو سمندر خان سمندر په باقي ژوند کې د هرقسمه سياست پرېښو او د خپل قلم په ذريعه د ملک خدمت ته یې ملا وتړله  ځکه چې سمندر خان سمندر ادب د ژوند  ژوند د بندګۍ او بندګي د ابدي ژوند د نظريې قایل دی  او هم دغه د شاعر د شاعرۍ موضوع او هم پېغام دی  

               سمندر خان سمندر د کال ١٩٤٣ نه د پېښور ريډيو سټېشن سره د پښتو سکرپټ رائټر په حیثیت د ملازمت ابتدا وکړه او ژوند تر آخره د قلم په ذريعه یې د قوم او ملک خدمت وکړو  

               په کال ١٩٤٨ پېښور عجائب ګهر کې د ٫٫ ادبي ټولی  د اهتمام لاندې د يوې پښتو مشاعرې په دوران د لرې او برې پښتونخوا ګډو اديبانو او شاعرانو سمندر خان سمندر د ٫٫ تصوير جانان  د سر خط لاندې په نظم د ٫٫  ملک الشعرا په خطاب ونمانځلو  

               د خپل دور دا نوموړی پرګو شاعر  ډرامه نګار او نثر نګار د کال ١٩٩٠ د جنورۍ د مياشتې په ١٧ لسمه ورځ وفات شو او خپل کلي کې خاورو ته وسپارلی شو  

               د وفات نه پس په کال ١٩٩٨ کې د سمندر خان سمندر په نوم د هغه د تصوير سره حکومت د پنځو روپو د ډاک يو يادګاري ټکټ جاري 

کړو  او په ژوند هم د حکومت له خواد ٫٫ تمغه خدمت  په صدارتي ايوارډ نمانځلی شوی وو  

               سمندر خان سمندر د خپل دور په پښتو ادب کې د عروضي شاعرۍ بابا آدم ګڼلی شي  بلکې دغه لړ کې د سمندر خان سمندر خيال دی چې پښتو شاعرۍ کې د دوي نه مخکې هډو عروضي شاعري شوې نه ده  سمندر خان 

               سمندر خان سمندر هسې خو د نظم شاعر دی  چې ډېر شاهکار نظمونه یې ليکلي دي  بيا د دوي کوم مصوت نظمونه لکه ٫٫ دروند پښتون  وغيره له اهميته هم انکار نشي کيدی  مصوت نظمونو کې د صوت سره سره شاعر اخلاقي تعليم هم ورکړی دی  ٫٫ درون پښتون د خټکو د ګډا په صورت کې دی  

               غزلې یې هم نه صرف د صنف سخن په حیثیت وييلي دي  بلکې تر ډېره یې د شګفتګۍ او تازګۍ د اضافې سره لرغوني او روايتي علامات او تصورات هم برقرار ساتلي دي  چې ځنې خو د جدت  مضمون افرينۍ منفرد اسلوب  د مضمون او الفاظو مطابقت  جذبه نګارۍ  د استعارې د خوبو او لطف تشبه آيينه دارې دي  

 

انتظار

 

بس اوس به راشي 

بس اوس به راشي

 

د شپې سکون دی

نم رود خون دی 

 

لا دا افسون دی

لا دا جنون دی 

 

چې خولې ته راشي 

بس اوس به راشي

 

وريځ خوريږي 

باران وريږي 

 

اسمان غريږي 

تندر مسيږي 

 

خوشحاله دا شي 

بس اوس به راشي

 

څه شپې د غم دي 

اسويلي سم دي 

 

انجم مې نم دي 

اف خلق دم دي 

 

دم دم ندا شي 

بس اوس به راشي

 

يو پار پاتې 

زنبار پاتې 

 

ليمې دي ماتې 

شو يار پاتې 

 

اميد دا شي 

بس اوس به راشي

 

روستی دی پار و 

مرګ انتظار و 

 

رانغلو يار و 

مرګ انتظار و 

 

غږ خواو او شا شي 

بس اوس به راشي

 

ګل غوندې غوږ غوږ

روح دی په ټک ټک

 

پړقيږي رګ رګ

په خولې کښې ځګ ځګ 

 

دا لفظ ادا شي 

بس اوس به راشي

 

رانغلو دلبر

غم شو په سر غر 

 

اغزن دی بستر 

تم شو سمندر 

 

دا وير ژړا شي 

بس اوس به راشي

 

سمندر په بنيادي توګه د نظم شاعر دی خو دغه غزل يې هم وګورئ چې د مقصديت ترجمان دی

 

د دلبر په غوږکې زانګي چې راکښلی شان ګوهر دی 

او که يخ شو په ګل پورې شبنم څاڅکی د سحر دی 

دا چې ما ليونی بولې  ته په خپله په خودنه یې 

ليونيه ليونتوب خو  د ميين سړي هنر دی

خور زړګی راټولومه  هغه لا رانه خوريږي 

پکې ای د اوربل ياده  عجيبه دا ستا اثر دی 

دا يو کم پنځوسم وار دیسر مې مات په هر منزل شي 

زه په لاره لا روان ووم خو ما وی که دا ستا ور دی 

دا زما دي خپلې چارې  چې مې ښاد کله ناښاد کړي 

ګني دا دنيا خو خلقه نه فردوس او نه سقر دی 

په بې سوله سر پټکی او خريړی د بيديا يو دی 

نه هر يو دستار دستار دی نه هر سر د دستار سر دی 

ډيوه مخ تپوس ته راغله وې په مخ کې دې رڼا شه 

سمندره خوشحال درومه که هر څو دې ګران سفر دی د سمندر خان سمندر په فکر د علامه اقبال او ځنو نورو اسلامي دانشورو اغيزېړهم ليدی شي خو ډ خپل کار او زيار په حواله سمندر د پښتو د نوي معاصر ادب لوې او ځانګړی نوم دیاروا يې ښاده

 

 

 

                                               صاحبزاده محمد ادريس

 

 

               د صاحبزاده محمد ادريس څلور شعري مجموغې چاپ دي خو ادبي پيژندګلو يې په عمومي ډول د هغه ډ ناول پيغله په حواله کيږي پيغله يې هم شاهکار ناول دی چې د پښتو وړومی معياري ناول ورته وييلی شو او په شاعرۍ کې يې هم مقصديت او ترقي پسند فکر د غور وړ ډی دا ښه ده چې د ډير نظر انداز کيدلو باوجود ښاغلي هميش خليل د هغه د ژونند او علمي بخښنو په اړه بنيادي معلومات خوندي کړي دي چې تر مخه يې 

صاحبزاده صاحب د صوابۍ تحصيل د صاحبزادګانو د مشهور خاندان سره تعلق لري  د کال ١٩٠٢ د مارچ د مياشتې په ٢٣ تمه ورځ د صاحبزاده محمد يحٰى خان کره د ذکر شوي تحصيل په ٫٫ کوټه  نومې کلي کې پيدا شو  د دوه کالو په عمر د ګوزن په ناروغتيا ناروغه شو او د ډېر علاج معالجې نه پس په دواړو پښو معذوره شو  

               ابتدايي تعليم یې د خپل کلي او ثانوي تعليم یې د خپل ماما په سرپرستۍ کې د ډېره اسماعيل خان د يو مکتب نه تر سره کړو  د اسلامه کالج پېښور نه یې د بي ای کولو نه پس د وړاندې تعليم دپاره عليګړه ته لاړ  د ايل ايل بي او ايم ای  اقتصاديات  سندونه یې تر لاسه کړه  او د سر صاحبزاده عبدالقيوم خان په وزارت کې یې د کال ١٩٣١ نه تر کال ١٩٣٧ د سيکتر په حیثیت خپل فرائض تر سره کړه  په کال ١٩٣٧ د سر صاحبزاده عبدالقيوم خان د وزارت په ماتيدو اسلاميه کالج پېښور کې د اقتصادياتو پروفيسر مقرر شو  دوه ويشت کاله د پروفيسرۍ په عهده فائز و  وروسته بيا په کال ١٩٥٨ د پېښور يونيورسټۍ د معاشياتو په شعبه کې د ډائرېکټر په عهده ولګېدو  

               صاحبزاده صاحب په ٢٥ ستمبر ١٩٨٤ کې وفات شو او د اسلاميه کالج پېښور په اديره کې خاورو ته وسپارلی شو  

               صاحبزاده صاحب په پښتو ادب کې د يو شاعر نه علاوه د يو ناول نګار په حیثیت هم شهرت لري  د نظم څلور مجموعې ٫٫ ګيلې وسوسې  ٫٫ سوز و ساز ٫٫باتور او ٫٫ د سهيل ستوری  او يو ناول ٫٫ پېغله په نومونو شائع شوي دي  صاحبزاده صاحب د قام  وطن او خصوصاً د غريب اولس دپاره پخپل زړه کې بې کچه مينه لري  د شعر و سخن نه علاوه سياسياتو کې هم دلچسپي لري  او ددغه هر څه نه علاوه دنيا کې د يو داسې انقلاب حامي دی  چې نتيجه یې د دنيا نه د جهل  رنځ  لوږې تږې او بربنډې علاج وي  

               په حیثیت د شاعر د دوي په شاعرۍ کې د غم دوران دحرارت سره د طبقاتي کشمکش دعلاج احساس هم محسوسېږي  د دوي فن د انسانيت د بقا او ښې ورځې هغه پېغام دی چې د خپل شعر په ژبه یې هر چاته رسولی دی  په مقصدي لحاظ دصاحبزاده صاحب شاعري د قدر وړ ده  

 

د نوي ژوند پېغام يې يو طويل نظم د د نمونې په توګه دلته راوړلی شي

 

چار چاپيره ګورمه نظام د استبداد وينم 

فرد په کې برباد وينم ملت په کې برباد وينم 

لوئی دی که وړوکی دې نظام کې یې ناښاد وينم

ژوند د غريبانو په کې سخت لکه فرهاد وينم 

زړه مې ترې خفه دی دا نظام راغورزول غواړم 

ظلم پرييستل غواړمه حق اوچتول غواړم 

 

هر طرف چې ګورم لوږه تنده او افلاس ښکاري 

خوار او پريشان راته هر لور عوام الناس ښکاري 

اهل راته لاندې او نا اهل راته پاس ښکاري 

زېلې د اميد مړاوې  تازه راته د ياس ښکاري 

جرړې یې اوباسم دا نظام د ورکولو دی 

حق خبره دا ده چې له ويخه د وېستلو دی 

 

دې کې چې غريب سره څه کېږي زه یې ګورمه 

دې کې چې د حق وينې بهيږي زه یې ګورمه 

دې کې چې قانون څنګه خرڅيږي زه یې ګورمه 

دې کې چې باطل نه خلق ويريږي زه یې ګورمه 

زه په دې نظام پسې تېره توره اوباسمه 

ويرې نه پريوځي چې غصه کې ورته پاسمه 

 

ولې دې نظام کې لاندې باندې ټول قدرونه شو 

ولې په قسمت کې د مخلوق دومره غمونه شو 

ولې حد نه تير د غاصبانو هوسونه شو

برخه کې د اهلو خلقو ولې ازارونه شو 

يو  وجه خو دا ده چې نظام دومره ناقصه دی 

بله وجه دا ده قوم اوده دی او بې حسه دی 

 

نن چې د حيا ليلٰى غربت نه بې حجابه ده 

نن چې عرياني په بربنډ توب کې هم کاميابه ده 

دا د صداقت شرافت برخه چې خرابه ده 

برخه د باطل چې دومره لويه بې حسابه ده 

وجه ددې دا ده چې زمونږه دینظام خراب 

درس خراب استاد خراب ليډر خراب امام خراب 

 

ګوره څنګه تورې تيرې راغی په اسمان باندې 

څنګه ګورې ګورې راخورې شوې درست جهان باندې

څنګه ترې وريږي آفتونه په انسان باندې 

څنګه ناويسا دي نر او ښځې خپل خپل ځان باندې 

څنګه د انسان د لاسه ظلم په انسان کيږي 

څنګه د زورور د لاسه زېلې د ناتوان شلېږي 

 

وجه ددې دا چې ده غلطه فلسفه د ژوند 

توره په ظلمونو فسادونو شوه صفحه د ژوند 

ورځ د بلې ورځې شپه د شپې نه شوه ترخه د ژوند 

شوه دې زمانې کې شيرازه خوره وره د ژوند 

نوې فلسفه د ژوند پکار  دې زمانې ته ده 

شمع د اميد پکار د زړونو کاشانې ته ده 

 

ډېر مصيبتونه په انسان باندې تېر شوي دي 

ځنې یې تر اوسه ياد او ځنې ترې هېر شوي دي 

ډېر قومونه داسې دي چې بې ګنانه زېر شوي دي 

ډېر د ريا کارو په دامونو کې ګېر شوي دي 

مرسته باندې پاسه د مظلوم د بې ګناه ځوانه 

ته یې پرې اسانه کړه چې نن ده په غريب ګرانه 

 

عيش دی  شرابونه  کبابونه دي شيطان کره 

پيټي د دروغو د مثلونو قانون دان کره 

ډکې صندوقچې د رشوتونو مثل خوان کره 

سختې  زحمتونه  لوږې  تندې مسلمان کره 

دا انصاف او دا قانون قابل د سوزولو دی 

هر بوټی ددې ځنګل له ويخه د ايستلو دی 

 

ای د نوي دور ځوانه ځان پوه کړه د ژوندون په راز 

طرز د کارغه پرېږده طرز اختيار کړه د باتور د باز 

پرانزه شهپر دواړه د غره په سر کوه پرواز 

کړيکه تېره اوباسه مخلوق کړه ويښ په خپل اواز 

دا یې طريقه ده که دنيا کې اوسېدل غواړې 

ځان که جوړول غواړې او قوم اوچتول غواړې 

پنجه دې مضبوطه کړه او پرېکړه رنځيرونه خپل 

کلکه اراده پيدا کړه جوړ کړه تقديرونه خپل 

ورانې کړه ودانې خپلې سم دې کړه کارونه خپل 

سوز ځان کې پېدا کړه ځوانه سر دې کړه سازونه خپل

ته چې هر څه غواړې نو په خپله یې کولی شې 

ته که کوشش اوکړې قسمتونه بدلولی شې 

 

تاکې کمزوري د اعتماد د کمزورۍ نه ده 

تا کې ناتواني چې ده د ځان له بې خبرۍ نه ده 

خوار و زار چې ګرزې دا خواري د بې کارۍ نه ده 

ځان نه ويزاري دې د افلاس نه ده خوارۍ نه ده 

ځان که اګاه شوې نو دنيا به نوې سازه کړې 

ته که شوې اګاه دنيا به هم خبر له رازه کړې

 

ګورې ورته نه د قيامت نښې په دنيا کې دي

کورکلي کې ښارکې دي په غرونوپه صحراکې دي

بيا يزيدي شخړې ښکاره شوې کربلا کې دي 

ځکه چې هر څوک وينې ژړا او واوېلا کې دي 

ځان که مجاهد ګڼې ور ګډ شه دې محشر ته ته 

نور چې ترې مايوسه شو هم هغه ميدان سر که ته

 

زور ځان کې پېدا که تقاضا د زمانې ده دا 

ورک به کړي کمزوري اراده د زمانې ده دا 

دور د امرۍ دی نښانه د زمانې ده دا 

٫٫بې زوره غلام اوسه طعنه د زمانې ده دا 

ځکه درته وايم چې په زور باندې قسمت کړه جوړ 

کور کلی وطن ملت په زور او په طاقت کړه جوړ 

دې دنياکې هغه کس کامياب دی چې همت لرې 

ژبه کې اثر لري په مټو کې قوت لري

مرسته چې د حق کوي جذبه د صداقت لري 

څوک چې د انسان د جوړولو اهليت لري 

ته که کاميابي غواړې پېدا دا صفتونه کړه

حق له حرم جوړ کړه او باطل له ورانه خونه کړه 

 

چا کې چې همت وي هغوي ځان له خپل نظام جوړئ 

چا کې چې طاقت وي تقديرونه د عوام جوړئ 

ځان له خپل قدرونه قسمتونه صبح و شام جوړئ 

ځان له خپل شراب جوړئ په خپله ځان له جام جوړئ 

راز د کاميابۍ په دې دنيا کې په همت کې دی 

عزم کې نرتوب کې سړيتوب کې په طاقت کې دی

 

ځان نه خبردار شئ خلقه تاسو کې برقونه دي 

غرونه چې نړئ تاسو کې هغه طاقتونه دي 

ستاسو په سينو کې پټ د نوي ژوند رازونه دي 

ستاسو په ايرو کې د ققنس غوندې سازونه دي 

پاسئ سترګې پرانيزئ آګاه له خپل مقامه شئ 

ځان کې خود داري پيداکړئ خلقو کې نيکنامه شئ 

 

نر هغه سړی وي چې تکليف کې نوې لار لټئ 

سر چې په نرتوب شي چار چاپيره هغه کار لټئ 

تښتي د نرمۍ نه په ګلونو کې هم خار لټئ 

ځان له ځنګلونه لټئ  خلقو له ګلزار لټئ 

نر سړی هميش ولاړ په مرسته د کمزورو وي 

ځان ترې نه خپل هير وي تل په فکر کې د نورو وي 

قوم هله جوړيږي چې نرتوب وي په ځوانانو کې 

قوم هله جوړيږي چې اخلاص وي مشرانو کې 

قوم هله جوړيږي چې پاکي وي امامانو کې 

قوم هله جوړيږي چې خپلوي وي په خپلوانو کې 

دا عامې خبرې دي خو پټ په کې رازونه دي 

ځان ورباندې پوه کړه هم په دې کې اعجازونه دي 

 

ژوند که عمارت ګڼې بنياد یې په نرتوب ګڼه 

ژوند که ګلستان ګڼې وږمې یې سړيتوب ګڼه 

بې له سړيتوبه ژوند په اصل کې خرتوب ګڼه 

ژوند کې چې مقصد نه وي دا ژوند د ليونتوب ګڼه 

ژوند که د نرتوب غواړې پرواز لکه باتور کوه 

مټې دې مضبوطې ساته مرسته د مزدور کوه 

 

نر چې ځان ته وايي خپل اختيار به بل له ورنکړي 

نر چې ځان ته وايي ټيټ به هيچرې خپل سر نکړي 

نر چې ځان ته وايي پرې د مرګ ويره اثر نکړي 

نر خود اعتماده وي هغه څه وي چې نر نکړي 

زده کړه د نرتوب سبق که ځان کاميابول غواړې 

زور ځان کې پيدا کړه که باطل راغورزول غواړې 

 

ويره چا نه اونکړې په مرسته د مزدور پاسه 

نيسه د جابر ږيره مدد له د مجبور پاسه 

توره شپه کې زيری د رڼا شه لکه نور پاسه 

پرانيزه وزرې سترګې سرې لکه باتور پاسه 

شابه راغوټه شه او ظالم له خونه ورانه کړه

پورته کړه پريوتي د غريب خونه ودانه کړه 

ځوانه ددې دور له خپله ځانه خبردار کړه ځان 

ځوانه سترګې اوغړوه پاسه رابيدار کړه ځان 

اوګوره ليلٰى راغله راويښ شه ترې نه ځار کړه ځان 

بيا د يار د مينې کاسې ډکې کړه سرشار کړه ځان 

لږ خو ورته پام کړه چې چپې د نسيم راغللې 

څنګه په چپو چپو وږمې د شميم راغللې 

 

بل کړه د اميد مشال رڼا کړه  په دنيا باندې 

غر باندې په سمه باندې کور باندې بيديا باندې 

زړونه کړه ښادمند د نوي ژوند نوې ادا باندې 

نوی سوز پېدا کړه په خوږې نرمې نوا باندې 

شابه مجاهده د ژوندون نوی پيغام راوړه 

مړاوی ژوند ښيرازه کړه د يخو مييو جام راوړه

صاحزاده مرحوم زمونږ د څيړنکارو او دانشورې طبقې له پامه وتی دی تر اوسه پرې کوم خاص ليکونه کتاونه او مقالې نه دي ليکلی شوېبايډ چې خدمات يې وستايل شياو حق يې ادا کړی شي

 

 

 

 

 

                                                                  شېر محمد مينوش

 

 

شير محمد مينوش خپله طبعزاد شاعري هم کړې ده خو پيژندګلو يې د علامه اقبال د کلام منظومو ترجمو سره شوې ده نثر ته يې زياته توجه نه ده کړې خو يو نيم مضمون يا لنډه تبصره به يې ليکله چې د خپل وخت په مجلو کې به چاپ کيدله

               مينوش د صوابۍ تحصيل په ٫٫تولاندۍ  نومې کلي کې د ظهور الله مندڼ کره په اولسمه فرورۍ ١٩٠٣ کې پېدا شو  ابتدايي تعليم یې د خپلې مور او مذهبي تعليم یې د مولانا عبدالجليل نه ترسره کړو  د ايس وي امتحان یې د پنجاب يونيورسټۍ نه وکړو  

               مينوش د تعليم په محکمه کې د مدرس په عهده د خدماتو ترسره کولو نه پس په پنشن لاړ  د شعر و شاعرۍ ابتدا یې د طالب علمۍ د زمانې نه شوې ده  ابتدايي شاعري به یې د مردان په ٫٫ افغان  نومې مجله کې شايع کېده  مينوش صاحب په خپله شاعرۍ کې د روايتي رجحان د موجودګۍ باوجود د شعر وييلو کافي استعداد او صلاحيت لري  کلام یې پوخ او قديمي مکتبه فکر په رنګ رنګين دی  

               د ډاکټر محمد اقبال د ٫٫ بانګ درا  ٫٫ جاويد نامه ٫٫ زبور عجم  ٫٫ پيام مشرق  ٫٫ ضرب کليم  او ٫٫ بال جبريل  د منظومو پښتو ترجمو نه علاوه یې د ٫٫ديوان غالب  پښتو منظومه ترجمه هم کړې ده  ٫٫تصورات مينوش د دوي خپله شعري مجموعه ده  

               شېر محمد مينوش د موټر د يوې حادثې په وجه په ٨ اکتوبر ١٩٧٧ کې وفات شو  او د خپل کلي په اديره کې خاورو ته وسپارلی شو 

مينوش صاحب يو څه روماني شاعري هم کړې ده خو په شاعرۍ يې زيات د مقصډيت رنګ خور وو

 

د ژوند معراجيې د مقصدي شاعرۍ ترجمان نظم دیويې ګورئ

 

که غواړې چې جنت دې دوباره شي داوطن 

نو ځان کې دې پيدا کا ته کردار د اولنو 

پريږده مه د تورې د ټوپک د ځولنو 

د حق په حمايت کې جامه اوګڼه کفن 

په قول شه د صادق ښه رحمدل پوره زړه ور 

هم يه د خوار وزارو غريبانو ته اسره 

په صدق لاس کې واخله د اسد توره تيره 

د حق نه شه قربان ته په دارينو بختوره 

 

سلطان یې په سر کيږده د الله د مينې تاج 

د خوارو زارو مينه تل سنت دی د رسول 

خاوند د غريبانو دی د خدائی په در قبول 

خدمت د غريبانو د ژوندون ګڼه معراج 

 

بيداريد ارواښاد مينوش ډيره زړه پورې ترجمه ده چې د اقبال ترجمه ده او په دې ډول ده

 

چې هر کله بيداره د حق بين دغه خودي شي 

د تيغ هسې تېره وي هم ددې هسې براق 

دده کامل نظر وته هر څه سره ښکاره وي 

چې پټ هره ذره کې څه طاقت دی د اشراق 

ددغه خدايي ځوان سره نسبت هډو ستانشته 

غلام نه د آفاق هغه مالک دی د آفاق

خواهش اډو په تاکې د ساحل د طلب نشته

پاکۍ د طبيعت هغه محروم که د اعماق

 

ترجمه ضرب کليم 

 

 

حکيم نيټشا  يې يوه بله منظومه ترجمه هم وګورئ

 

د راز نه د توحيد دغه سبب دی خبر نه شو

چې غواړي بيل نظر د لا اله دغه اسرار 

اوچت فکر دده دی د اسمان سينې له غشی 

کمند کې یې د خيال نمر اوسپوږمۍ دي ګرفتار 

 

اګرچې په خمبير کې راهبي دده ده پاکه

خو دی ددې ګناه دغه لذت ته بې قرار 

 

ترجمه : ضرب کليم 

 

ارواښاد مينوش هم په هغو ليکوالو او اديبانو کې دی چې پښتون اوس هير کړی دی تر اوسه پرې نه کومې ازادې ليکنې او څيړنې شوې دي او نه د کوم سند د پاره پوهنتونونو ياډ ساتلی دی خو دا جوته ده چې د پښتو په معاصر اډب کې د قدر وړ برخه لري

 

 

                                                                             سيد انوارالحق

 

 

               سيد انوارالحق د پښتو د معاصر ادب ډير اهم نوم او شخصيت دی چې په بنيادي توګه نثر ليکونکی وو او بيا په ځانګړې توګه د لغت نويس په حيث يې هم ډير کارونه کړي دي د حميد بابا او عبدالقادر خلن خټک ديوانونه ترتيب کول او د کاظم خان شيدا د ديوان اردو ژباړه يې هم سترې کارنانې دي  د استاد هميش خليل پښتانه ليکوال کې يې حالات راغلي دي چې په ډې ډول دي

د نوښار تحصيل په شيدو نومې کلي کې د سيد مير جهان شاه کره د کال ١٩٠٤ د ستمبر د مياشتې په څوارلسمه ورځ پېدا شو  ابتدايي تعليم یې د ٫٫ټونک  ښار  رياست راجپوتانه  هند  د يوې مدرسې نه او ثانوي تعليم یې د  جاروې رياست  د يو مکتب نه او لسم صنف یې په کال ١٩٢٤ د نوښار  پښتونخوا د اسلاميه هايي مکتب نه وکړو وروسته بيا د خپل مشر ورور سيد عبدالله شاه په مطب کې یې کار شروع کړو او څه موده روستو د لاهور د بابو کيميکل ميډيکل کالج نه یې د ايم بي ايم سند تر لاسه کړو  چې وروسته بيا په ډاکټر مشهور شو  دغو ورځو کې سيد انوارالحق د ٫٫ افغان دوخانه  په نامه د ناروغو خلقو علاج معالجه شروع کړه  د کال ١٩٥٠ پورې یې دغه مطب کې د انساني صحت د پالنې خدمات وکړه  هم دغه دوران کې یې د ٫٫ ګنجينه حکمت  په نامه اردو پښتو دواړو ژبو کې يوه طبي مجله جاري کړه  چې د شپږو مياشتو د چلن نه پس بنده شوه  هم د غو ورځو کې یې د حفظان صحت يو کتاب ٫٫قانون صحت  تاليف کړو  موصوف د لاس کتنې په علم هم پوهېدو  او په دغه فن یې په اردو ژبه د ٫٫ انسان کا هاته په نوم هم يو کتاب وليکلو  

               د کال ١٩٥٠ نه پس د ٫٫ ټرائبل پبلسټي ارګنائزيشن محکمه کې یې ملازمت اختيار کړو  چې وروسته ورسره د پنځلس ورځنۍ مجلې ٫٫ جمهور اسلام مديريت هم ور په غاړه شو  دلته د څلورنيم کاله ملازمت نه پس یې يو ځل بيا د طب کار ته لاس واچولو  د پېښور يونيورسټۍ د پښتو اکېډيمۍ د قيام نه پس اکېډمۍ کې د څېړنې د څانګې  د مشر ريسرچ افسر په عهده واخستلی شو  د ٫٫ منتخبات خوشحال خان خټک په نوم د خوشحال خان خټک د کلام انتخاب او هغې اردو منثوره ترجمه په کتابي شکل د پښتو اکيډمۍ پېښور له خوا په کال ١٩٥٦ کې چاپ شوه  د کاظم خان شيدا د ټول ديوان په اردو نثرترجمه او بهادر شاه ظفرد کتاب ٫٫ پښتانه د تاريخ په رڼا کې  اردو ترجمه هم د دوي د ادبي زيار نتيجه ده  

               سره ددې چې د دوي مورنۍ ژبه پښتو نه ده ولې بيا هم په پښتوژبه او ادبياتو یې داحال دی چې پښتو کې یې د ٫٫ انواراللغات  په نامه تقريباً په اتيا زرو الفاظو مشتمل يو پښتو اردو لغت وليکلو  ددې لغت په سبک کې د دوي د محنت او زيار اندازه له دې خبرې لګېدی شي چې د هر لفظ په تشريح کې یې د زير بحث لفظ ټولې معنې ګانې ښودلي دي  او ورسره یې د بيلې بيلې قبيلې تلفظ هم ځان ځانله ښودلی دی  د محاورو په تشريح کې ددې خبرې کوشش کوي چې هرې معنې سره د چا مستند شاعر لکه رحمان بابا  خوشحال خان خټک  حميد بابا او عبدالقادر خان خټک وغيره سند هم راوړي  موصوف شعر نه وايي  

               ډاکټر سيد انوارالحق په کال ١٩٨٩ وفات شو او د کراچۍ په ٫٫ پاپوش  نومې علاقه کې خاورو ته وسپارلی شو  

دا اقتباس د ډاکټر صاحب د ٫٫ لغات  د سرخط لاندې د يوې مقالې نه په طور د هغو د نثر د نمونې پېش کوو :   

 

٫٫ بنيادم په خپل جوړښت او پېداوښت کې د ټولو حيواناتو نه عجيبه او تر ډېره حده ځان ته دی په ظاهر کې که څومره دی په حيواناتو کې شميرلی شي  خو ده ته د حيواناتو په مقابله کې يو څو څيزونه داسې ما به الامتياز بيل ورکړې شوي دي  چې دی د هغو په وجه د نورو حيواناتو نه ممتاز او جدا دی تاسوبه دا خيال کوئ چې هغه څيزونه عقل شعور او علم و حکمت دي  بيشکه دا څيزونه هم دي  ځکه چې انسانيت بې ددې بنيادي څيزونو کمال ته نشي رسيدی  خو نوو تحقيقونو داثابته کړې ده چې د قدرت د طرفه شعور او ورسره په ډېرو ځايونو کې عقل د ډېرې ادنٰى درجې په حيواناتو کې هم وديعت کړی شوی دی  چې د هغوي د دماغ په ساخت کې ډېرې نيمګړې او ابتدايي درجې دي  خو بنيادم ته الله تعالٰى علاوه د عقل او شعور نه يو بل قوت ورکړی دی  چې هغه ٫٫ نطق  يعني په خپله پوهه خبرې کول دي  يا داسې ووايئ چې هغه ژبه ده چې ددې په ذريعه انسان بل ته خپل خيالات  ارادې او تاثرات بيانوي  د خبرو کولو دا قوت هغه وسيله او ذريعه ده چې بنيادم پرې د هر قسم علم او فن په باره کې د عملي او نظرياتي خبرو اظهاراو بيان نشر و اشاعت  تشريح او توضيح درس او تدريس  تربيت او تهذيب  ترغيب او تحريص  امر او تلقين  تاديب او تهديد  تاييد او ترديد  ترميم و تنسيخ او نور هم دغه شان ډېر څه د خپل ضرورت او خواهش په مطابق کولی شي او کوي یې.



 

 

                                                                      مولانا عبدالقادر 

 

 

               مولانا عبدالقادر د شلمې عيسوي پيړۍ د پښتو معاصر ادب نوموړی اديب او عالم فاضل شخصيت وو چې د قلمي بخښنو سره سره يې تنظيمي بخښنې ډيرې زياتې دي ډاکټر برکت شاه د هغوي په بخښنو د دوکتورا مقاله ليکلې ده او هميش خليل صاحب يې پښتانه ليکوال کې حالات خوندي کړي دي چې تر مخه يې مولانا عبدالقادر د صوابۍ تحصيل په ٫٫ پابينۍ  نومې کلي کې د مولانا ابو ذر کره په ١٤ جون ١٩٠٥ پېدا شو د نهو کلونو په عمر اسلاميه کالجيټ هايي مکتب پېښور ته د تعليم په غرض راولېږلی شو  هم پېښور کې د اسلاميه کالج نه څوارلسم صنف کې د کاميابۍ نه پس د اعلٰى تعليم په غرض عليګړه ته لاړ  هلته نه د ايم ای انګريزي ايم ای عربي  ايل ايل بي  بي ټي او آنرز ان عربک په امتحانونو کې د کاميابۍ نه پس اسلاميه کالجيټ هايي مکتب پېښور کې د سر معلم  هيډ ماسټر په عهده مقرر شو  دلته د پنځو کلونو د ملازمت نه پس ٫٫اکسټرنل آفيسر ديپارټمنټ ګورنمنټ آف انډيا  کې د فرانټيير سيکشن سپيشل آفسر په عهده منتخب شو  دغه سيکشن کې د صوبه سرحد  پښتونخوا   بلوچستان او قباييلو نه علاوه د افغانستان ملحقه علاقې هم شاملې وې  

               د دويم عالمي جنګ په دوران کې د يو سرکاري پنځلس ورځنۍ مجلې ٫٫ نن پرون  پښتو  نګراني هم ورپغاړه شوه  ولې د حکومت د توقع خلاف څه وخت چې پيرنګيان په دې پوهه شول چې مولانا صاحب ددغه مجلې په ذريعه د مسلمانانو د حقوقو ترجماني کوي  نو بيا دا مجله يې مياشتينۍ کړه  او د اردو برخه یې هم پکې شامله کړه  مولانا صاحب چې د پېرنګوالې په رويه پوه شو نو دا یې برداشت نه کړی شول  عن چې ملازمت یې هم ورپسې پريښو  

               ددغه واقعې نه پس دوي آئنده دپاره ملازمت نه کولو اراده وکړه  څه موده خو یې ارام وکړو خو بيا د آل انډيا ريډيو د ډائريکټر جنرل بخاري په غوښتنه د مډل ايسټ د پښتو برخې براډ کاسټ سپروائزر په عهده مقرر 

شو  د دوي دا ملازمت تر کال ١٩٤٧ پورې وه  

               د پاکستان د قيام نه پس د خونړي فساد په دوران د ډيلي قلا کې محصور وو  د څه مودې د محصورتيا نه پس د اور ګاډي  ټرين  په ذريعه د څلورو ورځو د سفر نه پس پاکستان ته راورسېدو  دلته فارن سروس ته 

لاړ  څلور کاله یې افغانستان کې د سيکنډ سيکرټري په حیثیت پاکستان ايمبيسۍ کې څلور کاله ملازمت وکړو دلته نه په څه وجوهاتو چې زه یې د قومي مفادو دپاره بيانول مفيد نه ګڼم  پاکستان ته واپس راغلو  

               څه موده په کراچۍ تېرولو نه پس راولپنډۍ ته لاړ  هلته د سنټرل نيوز ارګنائزيشن انچارج مقرر شو  کال ١٩٤٨ کې د  فضل اکبر بينوم  بادشاه ګل  د صدارت لاندې پېښور کې يو کانفرنس اوشو  دغه کانفرنس کې مولانا صاحب د پښتو اکېډمۍ د قيام تجويز وړاندې کړو ولې د عبدالقيوم خان وزارت هغه وخت دغه تجويز ته څه توجه ونکړه  د عبدالقيوم خان نه پس څه وخت چې سردار عبدالرشيد خان د صوبه سرحد وزيراعلٰى مقرر شو نو د سردار عبدالرشيد خان او ميا جعفر شاه په کوششونو د پښتو اکېډمۍ خيال د حقيقت شکل واخست  او مولانا عبدالقادر ددغه ادارې د ډائريکټر په عهده فائز شو  

               مولانا عبدالقادر ددغه ادارې د خدمت په دوران د خپلې ژبې او ادب سره د مينې او خلوص په جذبه چې د يکم اپريل ١٩٥٥ نه تر ١٣لسم اګست ١٩٦٨ کوم خدمات تر سره کړه  بيا نه د دوي نه پس چا د پښتو ادب د زړو قلمي نسخو راغونډولو کوشش وکړو  او نه چا د اکېډمۍ بنيادي ضرورت تحقيق ته توجه وکړه  

               ددغه ملازمت ختميدلو يو کال پس کله چې د پاکستان د اتحاد استحکام او استقلال پحقله په يو تقريري مهم مشرقي پاکستان په دوره لاړ نو هم هلته راجشاهي کې د خپل يو تقرير په وخت د زړه د بنديز په وجه د کال ١٩٦٩ د اکتوبر د مياشتې په ٢٢ شتمه ورځ وفات شو  او د اسلاميه کالج پېښور په اديره کې خاورو ته وسپارلی شو  

               پښتو ادب سره یې د کال ١٩٢٤ راسې تعلق وه  او هم په دغه کال د ٫٫ سرحد  مجلې د پښتو برخې مدير وو  د عربي  فارسي او انګريزي ژبو او ادبياتو عالم وو د خپلو عالمانه او تحقيقي مقالو او سنجيده تقريرونو په وجه ادبي حلقو کې د لوئی شهرت خاوند وو  

               يو مجلس آرا شخصيت وو  د دوي په مجلسونو کې به داسې محسوسيده لکه څوک ابوالفضل چې خبرې کوي  هره خبره یې په تول پوره او لکه د تراشلي غمي وه  ولې دا د پښتو ادب بدمرغي وه چې خپل علمي او ادبي فکر اوخيال یې د کوم کتاب يا کتابونو په شکل پاتې نشول او دا هر څه یې د ځانه سره يوړل  د خطونو يوه مجموعه یې د ٫٫يون په نامه پاتې ده  چې د مرګ نه پس یې چاپ شوه.  

 

               لاندې د مولانا عبدالقادر د يوې مقالې ٫٫ کلچر ثقافت تهذيب او تمدن  په طور د دوي د نثر  نمونې پيش کولی شي  

 

٫٫ د کلچر يا ثقافت هر څومره تعريفونه چې شوي دي  د ټولو خلاصه په دې الفاظو کې راغونډه شوې ده  ٫٫کلچر يا ثقافت د بني نوع انسان د ارتقايي ژوند او عمل يوه مجموعي پنګه ده  چې د بابا آدم نه واخلې تر  ننه پورې رو رو غونډه شوې او خوندي شوې ده  د کلچر او ثقافت دې لویې او تاريخي مجموعې کې دا اجزا شامل دي : مذهب  د اولسي ژوند نظام  تمدن تهذيب  دود دستور اورسم و رواج  روايات ژبه  رسل و رسایل هر قسم ادارې اولسي تنظيمونه خپلولي  واده کوژدنه  مړي ژوندي سره متعلق  دود دستورونه  قيصې  روايتونه او دم درود  جادو اقتصادي ادارې او تنظيمونه  تعليم  تربيت  آداب قانون  فلسفه  اخلاقيات  علوم و فنون ادب  موسيقي  نقاشي وغيره وغيره  لوبې  غرض دا چې د اولسي ژوند د هر اړخ سره متعلق عمل چې د تاريخي دور د ابتدا نه پس په دې خوا روان دی  د کلچر يا ثقافت په دائره کې شمارلی شي  دا ټول اجزا چې يو ځایی کړې نو ددې نه صفا او واضحه شي چې د يو منظم انسان او د حيوان تر مينځه که هر څومره حيواني ضروريات مشترک دي  ولې د انساني عمل دائره بې حده زياته فراخه ده  او دی دخپل ژوند د ضرورياتو په تکميل کې هر قسم آلې او اوزار استعمالوي  چې په هغې کې ژبه د ټولو ن اهمه آله ده  بيا بني آدم چې يو تر بله تګ راتګ لري  د قبيلو او قامونو تر مينځه رشتې لري  زاړه روايتونه قائم ساتي اړم دي کار کوي  او نوي نوي څيزونه جوړه وي  او پيدا کوي  ماضي یې تل په ذهن او قلب کې اغږلی موجود وي  او دده ورسره ډېره مينه وي  د راتلونې زمانې په حقله ډېر اميدونه په زړه کې لري  ځنې پريشانۍ هم ورسره وي  غرض دا چې د خپلو مشرانو د تيرو روايتونو احترام او مينې باوجود انسان د موجوده وخت کار داسې تقسيمول غواړي چې هر څوک خپل خپل کار په ښه شان او په اسانه سرته رسوي  او هر چا ته د ژوند ضروريات برابر رسي  په انصاف رسي  او هر چا ته د آئنده ژوند د آرام او اسائش اميد څه چې يقين وي  او دومره ارام فرصت او موقع مومي چې هغه د تمام کښلو او ښو څيزونو نه خوند او فائده واخلي  يعني په هغه کې د علومو  فنونو  اخلاقو او روحاني اقدارو د فهم حس او خوند اخستو ماده وي  د کلچر او ثقافت او تهذيب  تمدن دا ډولنا که بوټی د ځان  جهان  انسان او انسانيت عالمي دور ګلوي او روغ نيتي  تهذيب او مدنيت په ښېګړه هله راتلی شي چې ميوه یې د هر فرد د هرې ډلې د هر قام د ټول انسانيت په حصه کې د انصاف په اصولو برابر اورسي  

               ددې اجزاو د ذکر نه پس اوس زه د کلچر په حقله دا غرض لرمه چې لغوي معنٰى د کلچر ده  په تربيت پالنې او روزنې  د انسان قلبي او ذهني تربيت او ترقي حاصلول هم په دغه صفا اوساده معنٰى کې ګويا که کلچر د بنيادم د قلبي او ذهني تربيت پالنه ده  يعني د انسان د ژوند د هر اړخ سره ددې تعلق شو  ګويا که قلب او ذهن دا د کلچر اصلي اجزا دي  او هم ددغه سرچشمې نه دده د ژوند هر څه سيرابيږي  تانديږي  غوړيږي او خوريږي  که بل رنګه یې وایې نو سړی به دا اووايي چې د کلچر معنٰى ده ٫٫د انسان د ټول ژوند د هره اړخه قلبي او ذهني پالنه او تربيت کول په دې کې فرد  قبيله  قام څه چې ټول بنيادم راځي  د قبيلو او قومونو امتيازي خصوصيات د هغوي په ژبه  ادب فنون لطيفه  فلسفه  د هغوي په دود دستور کړه وړه  ناسته ولاړه  قوانين  سياسيات او مذهب کې ظاهريږي  او هم دغه اجزا دي چې د کومو د کمي زياتي يا تغير تبدل له کبله د زمکې په مخ مختلفې قبيلې او قامونه د يو بل نه جدا ښکاري  

               کلچر په حقيقت کې يو قلبي او ذهني کيفيت دی  يو ژوندی فکر او خيال دی يوه مستقله رويه او لار ده  چې د يو فرد  قبيلې يا قوم خپل ټول ژوند په دغه قالب کې رغوي  او هغې له يوخاص شکل رنګ او خوند ورکوي  او بيا یې په صدو صدو څه چې په زرګونو کالونو خپل نسل ته په ميراث کې پريږدي دا کلچر يا ثقافت هم لکه يو بوټی دی  چې د يو قوم په قلب او ذهن کې زرغون شوی دی  او تر زمانو زمانو ولاړ وي  او ډېر کم ورستيږي  د ورستيدو غټه وجه یې دا وي چې ددغه ونې په اصل او جرړه کې د اوله راسې دومره قوت نه وي چې تر ډېرې زمانې د ډېرو خلقو په ښه بده راشي  د يو کلچر د عمر د لنډ والي يا اوږدوالي انحصار په هغه طاقت يا قوت وي کوم چې په هغه کې پټ پروت وي  کله هغه طاقت د ښه والي سبب شي کله د بد والي  خو په دواړو شکلونو کې چې څومره زيات قوي وي او ټينګه کولی شي دوام یې زيات وي  

درې مياشتيزه مجله پښتو  اپريل مئى جون ١٩٥٨

د اروښاد مولانا دغه ليکنه او ځنې نورې د هغه کتاب د فکر يون کې چاپ شوي دي چې دغه کتاب حاجي پردل خان خټک مرتب کړی دی.


 

                                                                               ماسټر عبدالکريم

 

 

ماسټر عبدالکريم د يو افسانه ليکونکي او تکل ليکونکي په توګه د شلمې پيړۍ په نوي معاصر ادب کې خپله پيژنګلو کړې ده د هغه کتاب ځولۍ ګلونه کې يې افسانې او تکلونه دواړه شامل ديتکلونه يې هغه دور کې ليکلي دي چې دغه صنف ته لا د تکل نوم هم نه وو ورکړی شوی د پښتانه ليکوال تر مخه        ماسټر عبدالکريم د چارسدې تحصيل په تاريخي کلي اتمانزي کې د منتظر خان کره په اووم دسمبر ١٩٠٧ کې پيدا شو  ابتدايي تعليم یې د اتمانزو د مډل مکتب  نه او لسم صنف يې د اتمانزو آزاد هايي مکتب نه وکړو  روستو بيا د مزيد تعليم دپاره د اتمانزو د آزاد هايي مکتب په مالي مرسته جامعه اسلاميه دهلي  ته واستولی شو  هلته نه یې په کال ١٩٣٠ کې د بي ای کولو نه پس د اتمانزو په آزاد هايي مکتب کې استاد مقرر شو  او  هم دلته نه د استاد کيدلو په وجه د نوم سره یې د ٫٫ماسټر اضافه وشوه .

               آزاد هايي مکتب کې د يو کال تېرولو نه پس حکومت ګرفتار کړو  د دريو کلونو د قيد و بند نه پس یې يو ځل بيا د درس و تدريس سلسله شروع کړه  

               ماسټر صاحب به اکثر ٫٫ پښتون  مجله کې د يو مستقل عنوان ٫٫ ننۍ دنيا  د سر خط لاندې کالم کې په عالمي سياساتو تبصره کوله  د دويم جهاني جنګ په دوران کوم وخت چې د جرمن جهازونو په لندن بمباري وکړه  نو ماسټر صاحب د ذکر شوي کالم په يوه تبصره کې اوليکل :

٫٫ د وزيرو مسعودو د زړونو پاک خدائی واورېدل  په لندن ګوله باري شروع شوه  نن دې د لندن ميندې پخپلو زړونو ګوتې کېږدي  چې د بل کورونه ورانول ښه کار وي که بد؟ 

               دا يوه اوږده تبصره وه چې ماسټر صاحب ورباندې د ډيفنس آف انډيا رولز له مخه يو نيم کال قيد کړی شو  هم دغه اوان کې حکومت ته د بي بي سي د پښتو څانګې دپاره د يو ښه ليکوال ضرورت شو  د حکومت سترګې په ماسټر صاحب شوې  د صوبې چيف سکتر مسټر ډنډاس د اتمانزو شاهنواز خان د ماسټر صاحب رضا کولو په غرض هغو پسې جيل ته ولېږلو  ولې هغوي ورته په جواب کې ووييل  

٫٫ زه د لندن خدمت له نه يم پيدا زه به د پښتون او پښتونخوا خدمت کوم  

               له قيده د آزاديدلو څه موده پس ماسټر صاحب اسلاميه کالج پېښور ته د بي ټي کولو په نيت ورغلو  ليکن د کالج پرنسپل ورته ووييل چې د دپټي کمشنر نه سفارشي خط راوړه  ځکه چې هغوي تا د باچا خان سړی ګڼي  ماسټر صاحب په ځایې د سفارشي خط د بي ټي کولو خيال پريښو او واپس آزاد هايي مکتب ته لاړ  او بي بي سي نه د انکار په سلسله ٫٫ انجمن اصلاح الا فاغنه  د دوه ديرشو روپو ماهوار تنخواه په ځایی  ورله څلوېښت روپۍ ماهوار تنخواه مقرر کړه  

               کال ١٩٤٢ کې کوم وخت چې د ٫٫ تخت يا تخته تحريک شروع شو نو پښتنو پيرنګيانو پسې چغه کړه چې :

پښتون دی منګری پيرنګه ځان ترې نه ساته

وطن ورته خالي کا انګريزان ترې نه ساته 

دغه موده کې ماسټر صاحب بيا سره د ګڼو پښتنو دوه کاله قيد کړی شو  د آزادۍ نه پس ماسټر صاحب د باچا خان د پروګرام مطابق آزادو قباييلو ته د تلونکي وفد سره د ارنګ برنګ په لار باجوړ ته لاړ  د هغه ځايه چينګۍ ته اورسېد  هلته یې د انجمن اصلاح الافاغنه د مکتب معائنه وکړه  او بيا واپس چينګۍ ته لاړ  او حکومت چې خبرېدو خبرېدو نو بيادوي خپله دوره تر سره کړې وه  

               جون کال ١٩٤٥ کې د ډاکټر خان صاحب عبدالجبارخان په وزارت کې د سانګ پبلسټي آرګنائزيشن په عهده واخستلی شو  د تقسيم نه پس جون ١٩٤٨ کې دوي سره د د نورو پښتنو يو ځل بيا بنديوان کړی شو  د سردار عبدالرشيد خان په وزارت کې په ٣٠ جنوري ١٩٥٤ خدايي خدمتګار ټول سياسي قيديان خوشي کړه چې ماسټر کريم هم په کې وه  

               کال پس ٫٫ د باچا خان پيغام  نومې پمفلټ په شايع کولو دوه نيم سوه روپۍ جرمانه او تا برخاست عدالت د قيد سزا ورکړی شوه  په ١٨ جنوري ١٩٦١ ليډي ريډنګ اسپتال پېښور کې په نري رنځ وفات شو  د افسانو مجموعه یې د ٫٫ ځولۍ ګلونه  په نامه د هغه په ژوند چاپ وه  

               د لوړ عزم او حوصلې دا اديب پرته د پښتنو د سياسي تاريخ نه ادبي تاريخ کې هم جوت مقام لري  د ماسټر صاحب تحرير د خپلې خوش بيانۍ سره سره د سنجيدګۍ او دلکشۍ حامل دی  ټول عمر یې د قومي او ملکي خدماتو په هلو ځلو کې تېر کړی وه  د ملکي آزادۍ دپاره د دوي هلې ګلې او قربانۍ قابل قدر دي او پښتانه ورته په درنه سترګه ګوري  

               ٫٫ خپله ژبه  په دغه موضوع د دوي د يوې مقالې څه برخه د دوي د نثر د نمونې په دغه ډول ده :

٫٫ که چرې مونږ د قامونو د ژوند حال اوګورو نو معلومه به شي چې تشه ژبه په کې يو داسې شی دی چې خپل ځان خو پرېږده هم خپل ملک او هم خپل قام او د زيست روزګار ځانله خپلې سرشتې تهذيب و تمدن  یې د هره قسمه نرمو او ګرمو نه ډېر په مزه ساتلي دي  نه یې د چا تهذيب ته سر ښکته کړی دی او نه یې د چا تمدن په سر سور کړی دی کومو قامونو چې خپله ژبه چاته پريښې نه ده  نو هم هغه په خپل وطن کې روغ رمټ پاتې شوی دی ولې چا چې خپله ژبه بل ته پريښې ده  خپله قامولي یې ورسره سمه باييللې ده  ايران چې خپله ژبه ټينګه اوساتله نو په زرګونو کلونو کې چا ورک نکړی شو  نه ورته يونانيانو پورته اوکتلی شو نه پرې د رومة الکبرٰى څه اثر پاتې شو ولې د ميانوالي پښتنو چې خپله ژبه هيره کړه  نو په لږه موده کې د پښتنو د عزيز دارۍ ته اووتل  د قامونو تر مينځه نه غر بريد کيدی شي او نه سمه  نه یې اوچه د يو بل نه بيلتون راوستی شي او نه یې لمده  يو ژبه داسې څيز دی او د قامونو تر مينځه دا د ډيورنډ داسې کرښه ده چې هيڅوک یې نه شي ورانولی  بنګالی په دې راز پوهيدو ځکه خو یې بنګالي خپله يوه سرکاري ژبه اومنله  او ځان یې د اردو په لاس د ورکېدو نه خلاص کړو  

               ځنې خلق يوه ډېره لويه ناپوهي دا کوي چې لکه د ژبې مذهب هم په تهذيب او تمدن پورې او تهذيب او تمدن په مذهب پورې تړي  خبره دا ده چې هره ژبه ځان ته د زيست روزګار او ژوند ژواک خپلې سرشتې لري  ولې مذهب يو داسې عالمګير شی دی  چې نه تهذيب لري او نه تمدن  مذهب خو اصول دي او د ژوند ژواک او زيست روزګار داسې سرشتې لري  چې د دنيا جهان تهذيبونه په خپله لويه لمن کې راغونډولی شي  خو دا هيڅکله نشي کيدی چې يو تهذيب لا تمدن دې راپاسيې او د مذهب نه دې کرښه راتاو کړي  که خدائی مکړه داسې اوشي نو د مذهب هغه عالمګيريت به تالا والا شي  او هغه مذهب به څه مذهب وي چې هغه څوک د وطن په بريدونو لا د تهذيب و تمدن په پټکو کې ګير کړی شي  او هم په دغه سبب مذهب کې رورولي  اخوت  شته  قامولي  قوميت  نشته تاسو نه ګورئ چې عرب  عجم او ايران افغانستان سره ددې چې په مذهب سره يو دي ولې ځانته بيله بيله قامولي لري  او هم په دغه نخښو نښانو پېژندلی شي  

ماسټر صيب د ادب سره سره د قامي سياست په اړه هم ډير مهم نوم دی اروا يې ښاده اوسه

 


 

                                                                                                           امير حمزه شنواري

 

 

               امير حمزه شينواري چې بابای غزل،  رييس المتغزلين او ابوالمراد په نوم هم پيژندلی شي د پښتو د معاصر دادب د ټولو نه لوې نوم دی د هغه په علمي او ادبي خدماتو يو شمير کتابونه هم ليکلی شوي دي او د دوکتورا څيړنيزې مقالې هم پرې ليکلی شوې دي هميش خليل صاحب يې د ژوند او ادبي خدماتو په اړه ليکلي دي :

               حمزه صاحب د خيبر ايجنسۍ په لواړګي نومې مقام د ملک باز مير خان کره د کال ١٩٠٧ د ستمبر په مياشت پيدا شو  د دوه نيمو کالو وه چې مور یې وفات شوه  د خپل مشر ورور بلخي خان په تربيت کې یې د لواړګي يوې مدرسې نه د ابتدايي تعليم د تکميل نه پس د وړاندې تعليم دپاره په کال ١٩١٧ د پېښور په اسلاميه کالجيټ هايي مکتب کې داخل کړی شو  تعليمي سلسله یې چې تر لسم صنفه ورسوله نو دغه وخت یې زړه بيا د وړاندې تعليم نه تور شو  نتيجه یې دا شوه چې د تعليم سلسله یې روانه پاتې نشوه  

               د تعليمي سلسلې د قطع کيدلو نه پس حمزه صاحب سرکاري او غير سرکاري ملازمتونه وکړل  د کال ١٩٢٤ خواو شا د خيبر پولټيکل ايجنټ په دفتر کې د پاسپورټ کلرک په حیثیت مقرر شو  ملازمت کې د زړه نه لګيدلو په وجه یې دا ملازمت پريښو  ولې وروسته بيا د مشر ورور په اصرار د ريل په محکمه کې نوکر شو  دلته د ګارډ او ټکټ کلکټر په امتحان کې د کاميابۍ نه پس د ګارډ او بيا د ټکټ ايګزامينر په عهده مقرر شو  خو دغه ملازمت کې هم د اووه اته مياشتو نه زيات پاتې نشو  په کال ١٩٢٨ کې یې وړومبی واده وشو  

               حمزه صاحب تر کال ١٩٣٠ پورې په اردو ژبه ليکل کول  د دوي اردو مضامين  افسانې او شاعري به د لاله کرم چند په هفته وار اخبار ٫٫پارس کې باقاعده شائع کېدل  هم په ذکر شوي کال چې د پلار په مرګ د پنجاب نه لواړګي ته راغلو نو د سيد عبدالستار شاه په مريدۍ کې ورغلو  چې وروسته بيا د خپل شېخ په هدايت یې خپله ټوله توجه د اردو په ځایی پښتو ته وګرځوله او بيا یې هم د سيد عبدالستار شاه په وينا د ٫٫بزم ادب په نامه يوه جرګه جوړه کړه  ددغه جرګې صدر راحت زاخيلي  نائب صدر حمزه شينواري او سکتر یې بادشاه ګل نيازي مقرر شول  دغه جرګې کال په کال د رحمان بابا په مزار د مشاعرې د يو داسې روايت ابتدا وکړه چې تر اوسه جاري دی  

               په کال ١٩٥١ څه وخت چې ٫٫ اولسي ادبي جرګه جوړه شوه نو حمزه صاحب ٫٫ بزم ادب په ٫٫اولسي ادبي جرګه کې ضم کړو د اولسي ادبي  جرګې په انتظامي انتخاب کې حمزه صاحب صدر او دوست محمد خان کامل مومند مشر سکتر منتخب شول  

               غالباً په کال ١٩٤٧ کې حمزه صاحب د خپل شېخ په هدايت ٫٫ مسلم ليګ  کې شامل شو  چې وروسته بيا د ډبګړۍ وارډ صدر منتخب شو  د امين الحسنات پير مانکي سره به اکثر په سياسي هلو ګلو کې ملګری وو  

               په کال ١٩٤١ کې یې د رفيق غزنوي په وينا د فم ٫٫ليلٰى مجنون  دپاره قيصه او سندرې وليکلې  دا د پښتو وړومبی فلم دی  په کال ١٩٧٨ کې حکومت د صدارتي ايوارډ په ورکړه ونمانځلو  او په ١٨ فروري ١٩٩٤ کې د يو اوږد رنځ نه پس وفات شو  

               حمزه صاحب په ديني عالمانو  شاعرانو او دانشمندانو کې د شيخ اکبر او خواجه حسن نظامي او صوفي شاعرانو کې د شمس الدين تبريزي د کلام او مثنوي مولانا روم او متاخرينو کې د علامه اقبال نه زيات متاثره دی  او د پښتو په کلاسيکي شاعرانو کې د خوشحال خان خټک او کاظم خان شيدا نه متاثر دی  

               د حمزه صاحب په شاعرۍ د فني پختګۍ او شاعرانه تلازماتو د ښکلا او خوبيو نه پس د تصوف او تغزل رنګ ډېر شوخ او غالب دی  ددې وجه دا کېدلی شي چې د سيد عبدالستار شاه د مجلس اثر وي  دغه شان په اشعارو یې د قومي احساساتو  اخلاقياتو  ننګ  پښتو غيرت او پښتونولۍ رنګ هم پوخ دی  او هم شوخ دی  غزل نه پرته نظم کې تخليقي افکار لري  عام طور د خپلې فلسفيانه او صوفيانه شاعرۍ دپاره یې رباعي او غزل دواړه د اظهار ذريعه ګرځولې ده  

               د نظم نه علاوه حمزه صاحب د پښتو نثر کشې هم لوې لاس لري  ولې د هغوي شعريت او په تېره تېره تغزل په نورو رجحاناتو زيات غالب دی  

 

 

 

بس د يو پړي کمی دی 

د کاروان تيار جرس يم 

زه يم کم په خرچ د چا نه 

د هر چا نه يو په لس يم

اور به بل کړم په کفارو 

خير که اوس یې د پښو خس يم 

 

نام مې مړ دی موده اوشوه 

زه اجل په کې نفس يم 

غلامۍ کې اموخته شوم 

د پخوا نه په قفس يم 

زه که غلا کوم خو زه يم 

ولې نورو ته عسس يم 

زه د مړې شمعې پتنګ يم 

په سر نه يم په تش ټس يم 

کړم حرص کوتاه انديشه 

منګل مرړومه مګس يم 

تل مې لا فې د سبقت دي 

که هر څو له ټولو پس يم 

پروت اغيارو ته په پښو کې 

د خپل ورور د سترګو خس يم 

 

يو بل غزل يې په دې ډول دی

 

فطرت کړي ګل ته غږ چې د اغزو سره راځه 

بلبل ته اشارت چې د نغمو سره راځه 

اشنا راته مسکی شو خو د اميده نن خلاف 

ای غريبه د زغم ناکو اسويلو سره راځه 

بيګاه مې انتظاره ښکلی يار اوليد په خوب 

لېمې مې شه درځار د شوګيرو سره راځه 

حيران مه شه نن اوښکې چې بې واره تويه وم 

هم تا خو دا وييل چې د جرګو سره راځه 

ای عشقه سرکوزي د حد په هور ته دی هوس 

پښتون يم د پښتو او د غيرت سره راځه 

کاروان د سپرلي راغی جنس یې راوړو د جمال 

ای شوخه د نظر د غلچکو سره راځه 

ريباره راته ستایې که بيا زلفې د اشنا 

د خولې نه دې قربان د ځولنو سره راځه 

واپس په ښکته لاړه بوګنيدلي اسويلي 

اوس وار دې شو ارمانه د سلګو سره راځه 

اوس وخت شو د ګلانو ای زاهده یې رخصت 

بيا تير چې پسرلی شي د توبو سره راځه 

ای ياده د اشنا راته به ته ښکارې اشنا 

ليکن د هغو تيرو زمانو سره راځه

پريوتی پرې نظر د هغوشو سترګو دی 

حمزه ته که راځې د سپيلنو سره راځه 

راغونډ به وي "رحمان" ته بلبلان د معاني 

"حمزه" د خپل غزل د رنګينو سره راځه

 

د حمزه بابا د نثر يوه نمونه په دې ډول ده چې د صنف په لحاظ تکل دی

 

د مچ  خبرې       

                                             

بنګ بنګ بنګ  دا زما د وزرو غږ دی  واوره  زه د آګۍنه پيدا يم  خو داسې ګول مې مه ګڼه  زما الوت د حکمت نه خالي نه دي  تا ما ته د زړه په سترګو نه دي کتلي  نه پوئ نه ګرم ايله دومره کوې چې له ځانه مې شړې ¬ خو زه بيا راځم  چې بيا مې اوشړې بيا راځم  ته راته بې شوم وایې  ولې خبر نه یې چې غل د لارې اوړي خو اوږی د لارې نه اوړي  خو زه په دې نه پوهېږم چې ته بې شرم وایې څه ته؟ که د ژوند دپاره پرله پسې جګړه کول بې شرمي وي نو بني آدمه ستا نه لوئ بې شرم خو هډو شته نه   بنګ بنګ بنګ  نو ستا په څير د بهنګو اموخته نه يم چې کله کله په هلو بلو سر شم  ما ته حريص وایې  اوتې بوتې ستا په فطرت کې اغږلې شوې دي  وايه خله دې خپله ده  ته وایې چې مچ تل په خوړو وي  خو تل نهر وي  رښتيا وایې خو په مطلب پوهه نه یې هله به خبر شې چې تارو جبې له ور شې  واوره خبره واوره چې زما عمر ډېر کم او کار ډېر زيات دی  زما د عمر ټوله ټاله زمانه دغه پنځلس شپاړس ورځې دي  په دې عمر کې ته فکر وکړه چې زه د اګۍ د دنيا نه هم را اوزم  د هلکوانې بې قرار وختونه هم تېر کړم  د ځوانۍ بې خوده پسرلي هم راشي  د نيم زالې د خزان برندې سترګې هم اووينم   د زړبوډۍ رپندی هم اوزغمم نو بيا د خپل کار د ختم کولو نه پس خپل ژوند ته په مخه دې ښه اووايم که ته دې ته حرص وایې چې زه همېشه په خوراک بوخت يم نو دا ستا ناپوهي ده  خفه کېږه مه ناپوهه مې درته کله اووييل چې ته به یې حريص همېشه بې کوره وي او د مچ هم کور نشته  نو زه به درته اووايم چې ته لازما د دنيا نه بې خبره یې  د دومره لږ عمر د پاره کور جوړول څه معنا لري  ته چې ځان د پاره کور جوړوې نو صرف د جمع او پنګه کولو عادت یې  حرص ستا د فطرت يو نه جدا کېدوونکی صفت دی  ستا حرص دا نه دی چې په کور کې به ټول جوند تېر کړې  او زما  زما کور ته څه ضرورت دی  ځکه چې ذخيره کولو حاجت نه لرم  مونږ مچان ستاسو د بني آدمو په څېر د ضرورت د څيزونو دپاره د يو بل وينه نه څښو  تا به مونږ ته فکر کړی وي که نه ! مونږ په يو څيز په ګڼه کېنو په مزه یې خورو او يو بل سره جګړه نه کوو مونږ همېشه خپله مچ واله پالو خو تاسو هيچرې سړي واله سره اونه پالله  په مونږ کې د جمع جوړولو  او انفرادي ملکيت ساتلو ليونتوب او حرص نشته  دا دې د ستاسو مبارک وي زمونږ د پيداوار په څيزونو کې هډوکمي راځي نه او که په تاسوکې هم دا خونړی حرص نه وی نو هيچرې به په تاسو لوږې بلا حملې نه کولې  ځکه چې په دنيا کې د هر جنس د ضرورياتو څيزونه په لارو پراته وي  صرف پيرزونې ته ضرورت دی  او هغه په تاسو کې نشته   تاسو په خله دا وایې چې خداي رازق دی خو د عمل په ژبه د دې نه انکار کوئ او دا مو خيال دی چې که مونږ جمع جوړه نه کړو نو د لوږې به مړه شو  لا دا پرې د پاسه چې ځان ته اشرف المخلوقات هم وایې  شرم نه درځي  اوښايه کنه ؟ چرې دې په شريکه او پيرزويينه په خپلو کې تقسيم کړی دی    

بنګ بنګ بنګ  ته غصه شوې کنه ! زما په څير دې منګلې اومروړلې زه هم منګلې مروړم  خو ستا په څېر نه چې زه په لاس نه درځم او ته رپندي اخستی یې  زما منګلې مروړل زما د جوند ساز يو اهم حرکت دی چې دا زما خالق زما جبلت کې ايښی دی  زه د دې نه د لاسونو پښو دوه کارونه اخلم  دا همېشه د خوراک په څيزونو ابته دي  په مروړلو صفا کيږي او ما ته په الوتو کې آسانتيا پيدا کوي  خو دا اوس یې صرف ستا په ناپوهۍ مروړم چې په غصه کې لګيا یې  وایې چې ارمان دی توره مچه په لاس به را نشې نو ولې به نه وایې سپينې خبرې کوم که نه  خو منګلې اومروړه زه په ګوتو نشم درتلی  څه دې اووييل زما هغه ؟ نه نه  دا ستا غلطي ده  زما وزر  مروړل خو صرف زما د بدن توازون قائم ساتي  دا ټول زما د چالاکو خپو کمال  دی  که يقين دې نه کيږي نو زما وزرو ته په غور اوګوره  دا همېشه نېغ ولاړ وي  د مارغانو په څېر دا زه نه راغونډولی شم او نه ورله يو خوا بل خوا حرکت ورکولی شم  البته په خپل ځای ولاړ رپېږي ضرور       زما حرکت ته حيران شوې ؟   واوره     د حرکت قوت په ټولو حيواناتو کې نزدې نزدې يو شان دی  صرف د حرکت آلې مختلف وي زما د حرکت آلې ډېرې چالاکې دي  ډير زر زر کار کوي  هم دغه وجه ده چې تا ته په لاس نشم درتلی  بهزّ ؟ څه دې اوويله ؟ زما په علاج صرف يو شهد پوهيږي ؟ هو هو ؟ زه په شهدو کې نښلم  او داسې مرګ زما د پاره معراج دی  ځکه چې زما د تخليق مقصد صرف خوړل دی ليکن ته خو انسان یې  يا مسلمان یې  او بيا ورپسې پښتون هم یې  ستا دنيا دې زما په شان تنګه ولې وي  ستا مقصد دې صرف ګېده ډکول ولې وي  ته دې په يو محدود ماحول کې ولې راګېر شې  ته دې يو معمولي خواهش په شهدو کې ولې اونښتلې  ته  ته  په کومه خله ما ته د حريص او بې کوره پيغور کوې  که ته په رښتيا مسلمان یې نو ته به جهان بان یې  د جهان بان دپاره د کور جوړولو سودا څومره د شرم خبره ده  خفه کېږه مه   د تندي ګنجې دې هوارې کړه زه په دې کندوکښ نه پرېوزم  غصه حرامه ده  مطلب مې دا نه وو چې ته ګنې کور مه جوړوه  کور جوړ وه  او ډېر په ښه شان یې جوړوه  زما مطلب خو دا وو چې جهان بانه په کور کې اوس خو بې کوره اوسې   بنګا بنګا بنګا  زما د شړلو کوشش مه کوه  تر څو چې مړ نه يم ارو مرو به ستا په طعام کېنم  که ستا کار وژل دي نو زما کار خوړل دي  ته هم مجبور یې او زه هم       ښه ! !دا خو ډېره ښه خبره ده چې ستا کار زما وژل نه دي  بلکې زما د زهرو نه ځان ساتل دي ځکه چې زه ستا هضم کېږم نه  ها ها ها ها  اشرف المخلوقاته ! څه به درته وايم مطلب دا شو کنه چې که زه ستا هضم کيدی شوی نو زما په خوړلو هم اړ نه وې  خو دا زما نه هضم کيدونکی وجود زما د جوند محافظ شو  ښه ډېره ښه ! خو د لوئ دعوې نه ډکه بې خبره بني آدمه ! خبر یې چې ته ما ولې نشې هضم کولی  واوره چې پوهه دې کړم  زه په هر څيز کېنم او هر څيز خورم  زه د هر څيز سره اموخته يم  زما په طبيعت کې د هر څيز د پاره ځای شته  زما مزاج هر څيز قبلوی شي نو ځکه ستا نه هضم کېږم  د دې وجه دا ده چې ته همېشه د خپل عادت مرئی یې  د خاصو خاصو څيزونو اموخته یې  د ځان دپاره دې يو خاص ماحول جوړ کوی دی  د خپل جهان بان او منتظم فطرت په غاړه کې دې د عادت ژغ نيولی دی  په دې وجه ستا طبيعت کمزوری او مزاج محدود دی  هغه د خپل ماحول نه سيوا نور هيڅ نشې قبلولی  بني آدمه ! که ته د ځانه خبر شوې  حيران به پاتې شې  هن ّ ؟ زه څه نه ولې خبر نه يم  ما د داسې بني آدمو خبرې اورېدلې وې  هغه د حيوانيت نه انسانيت او د انسانيت نه د ملکيت ته رسيدل غواړي  د هغه خبرې پکار نه دي     ځکه چې زه بني آدم نه يم  دا خبرې ستا د پاره ډېرې ضروري دی  واوره  ته د دې مادي دنيا يوه کامله مجموعه یې  ته حېوان یې ته نبات یې ته جماد یې  ته اور یې ته اوبه یې ته باد یې  ته خاک یې ته د ايټمي طاقت سرچينه یې  ستا په ژورو کې د هاييډروجن ګېس پټ پروت دی  اوسپنه په تا کې ده ځکه طاقتور یې   ستا دا بې قراري د دې خبرې ثبوت دی چې پاره ستا د وجود برخه ده   سره او سپين زر ستا د خېټې په خمير کې موجود دي ¬ ستا په هډونو کې د چونې جوهر موجود دی  ته د فاسفورس بټۍ یې  سوډيم ستا د ژوند سره ملګری دی  ته د خپلې ارادې چپې د يو ملک نه بل ته په زرګونو ميله لرې رسولی شې  ځکه چې په لا متناهي فضا کې خور ايتهر ستا وفادار ملازم دی  حېرانېږه مه – ته د ارتقا په آس سپور د دې ټولو څيزونو په ماحول کې انسانيت ته رارسېدلی یې  تا د دې څيزونو حقيقت د ځان سره راوړی دی  ځکه چې ته د دې منتظم یې   ته اشرالمخلوقات یې  

بنګا بنګا بنګا  څنګه اوموسېدې ! خبره خو واوره ! لا خو ما په سېر کې پوړي هم نه وو رېشلی  ما دا وييل چې ته ډيرو څيزونو مجموعه یې  ته د مادي دنيا يو کامل پيکر یې  ته خالق د هر څيز د پاره منتظم او مرّبي پيدا کړی ښې  ځکه ځکه خو یې هم د امتزاج قبلولو طاقت هم در کړی دی  ځکه خو یې درته وې چې سَخَرَ لَکم مَا فِی السّٰموَات وَمَا فِي الاَرضِ  ستا کار خو دا دی چې د دې ټولو څيزونو حاکم ثابت شې نه محکوم  ته فکر وکړه  ته دې په دې ټولو شيانو کې د يو څو خاصوڅيزونو ولې ځان عادت کړې  په تا ولې د څيزونو اثر زور راوړي  ستا طبيعت خو زما په شان همېشه نهر پکار دی  چې هر څه داسې اونغرې چې هډو بد هضمي درته پيداشي   اوس خو به ته زما په مطلب پوهه شوی یې کنه  چې که تا خپل طبيعت د هر څيز سره روږدی کړو نو زما په شان به تا هم هيڅوک نشي هضم کولی  او د دې فائده دا ده  ته به لا خبر یې لا نه چې خبر دې کړم  زما فضله د بد هضمۍ دپاره يوه سمدستي دوا ده         او نو    ولې خاندې ولې ؟ دا یې ګز دا یې ميدان  اوس ازمېښت وکړه  اوس ته اووايه چې ستا طبيعت د هر څيز سره روږدی نه دی               څه دې اوويل ؟ مرضونه خورَوم؟ زما په ښپو پورې جراثيم نښتي وي  دا خو دې رښتيا اوويل  خو د خبرې په دواړو اړخونو فکر زغلول په کار دي  د حقيًًقي انسان هم دغه لويه نښه  ده  زما په دې مدامي خوراک کې چې کوم حکمت دی  هغه هم دا دی چې زه مرضونه خوروم  نه بلکې ورکوم یې  هغه د چا خبره خره نه ژاړي بارونه ژاړي  زه ستا په خدمت کې بوخت يم او ته مې اپوټه  

               ستا نه چې د خوراک کوم ګند اوخسا څيزونه پاتې شي هغه خورم  يوازې دا نه چې د مريضانو بلغم او بول هم زما خوراک دی  کوم چې د خطرناکو جراثيمو نه ډک وي  ستا خو دومره توفيق نه وي چې هضم یې کړې  هم ستا د بې غورۍ نه پاتې شوي وي       بېشکه رښتيا وایې  هغه جراثيم زما په بښو پورې نښتي پاتې شي  ځکه زه منګلې مروړم او تر خپله وسه یې خورم خو بيا هم څه نه څه ورپورې نښتي پاتې شي  او بيا چې ستا د خوراک په څيزونږ کېنم نو ضروري خبره ده چې هغه جراثيم به ستا د خوراک څيزونو سره يو ځای شي  خو دا قصور د چا دی ؟ چې بل ته ګوته نيسې څلور تا ته در واوړي  خپل څيزونه پټ ساته کنه  زه خو هر څه غواړم د تازه او خسا پروا نه کوم هم دا زما کار دی  دا خو ته یې چې طبيعت دې د خاصو څيزونو سره اموخته کړی دی  ګنې که ته هم زما په شان وی  نو هيڅ جراثيموبه ستا په صحت بد اثر نه غورزولی  جراثيم خو څه مضر څيزونه نه وي  ستا په وينو کې ستا په خپله جراثيم موجود نه وي څه؟  د هر وجود جراٍثيم د هغه وجود د ژوند سامان وي  د هر چرند پرند وجود جراثيم لري او په هغه جراٍثيمو کې د هغه وجود ټول خواص موجود وي د کوم وجود نه چې پيدا شوی وي  دا کوم څيزونه چې ته خورې دا ټول ستا په معده کې د انهضام نه پس جراثيم پيدا کوي ستا په وينه کې خورېږي خورېږي تر څو چې ستا دا خپله وينه هم په حقيقت کې د جراثيمو يوه بهېدونکې وله ده  هم دغه جراثيم ستا د جوند ضامنان وي  نو که تا د هر څيز سره مزاج اموخته کړو د هر څيز جراثيم به ستا د ژوند ملګري شي  

بنګ بنګ بنګ : حېران غوندې شوې  صبر وکړه  هن ؟ هو! رښتيا دې اوويل  ځنې څيزونه داسې هم شته چې زه یې نه خورم  خو که تا فکر اوکړو نو پوهه به شې چې د هغو څيزونو خوراک سمدستي زما په جوند بد اثر غورزوي  هغه څيزونه زه بالواسطه خورم  زه مالګه نه خورم خو چې ته یې اوخورې نو ستا د فضلې نه یې پورته کوم  دغه حال ستا دی  ډېر څيزونه ته هم مېده کوې  د هغو نه نشې جوړوې  کوم څيزونه چې زما په ژوند بد اثر غورزوي هغه زه بالواسطه خورم او په دې شان ورو ورو ورسره ځان اموخته کوم  څه وایې ؟      په څيزونو کې فرق ؟ ولې نه ! ته به په دې خبرې حېران شې چې زه درته وايم چې زما سترګې دوه نه دي بلکې زه په زرګونو سترګې لرم        ښه ! ته د دې حقيقت نه ايله اوس خبر شوې ؟ په دې کې هيڅ شک نشته چې زه د ذرې ذره هم ليدی شم او هم د دې دپاره پيدا شوی يم چې د ذرې ذره هم رانه پاتې نشي  ځکه چې هم په دې وړو ذرو کې  کومې چې تاسو نه شې ليدی  داسې جراثيم پراته وي چې د انساني ژوند دپاره د اېټمي طاقت نه کم نه وي  تاسو ته پکار دي چې زما قدر اوکړې تاسو اپوټه زما د فنا کولو کوشش کوئ  ستاسو دا کوشش نه بلکې جاري جنګ دی  او خبر یې چې څوک د قدرت  په کار کې شک لري د هغه نتيجه څه وي شکست او فنا  تاسو زما هغه مضر اړخ ګورئ او مفيد ته هډو خيال نه کوئ  او په حقيقت کې زما هغه مضر اړخ هم ستاسو د بې غورۍ نتيجه وي   ګنې زه ګړې په شان يم چې له هرې ډډې مې څکې خوږ يم  خو بيا هم د ضرر يو اړخ لرم  خو قدرت د دې علاج هم کړی دی  زه یې هم آزاد نه يم پريښی زما د پاره یې هم څه داسې دښمنان پيدا کړي دی چې ما هضم کولی شي  او زما نه چې د ضرر کومه خطره ده په هغې کې ډيره کمي راوستې شي  هغه يو دښمن خو مې مچ پړانګ دی  ظالم داسې ورو ورو او په زمکه پورې ليو راشي چې نه یې وينم او نه یې ښکالو اورم  او بيا حمله یې هم داسې وي چې ما ته هډو د الوتو وخت په لاس را نشي 

 

 

 

 

          

                                                                     ميا سعدالله خان نسيم

 

 

د پښتو معاصر ادب کې ميا سعدالله خان نسيم د نوي نظم په وړومبو شاعرانو کې شامل دی د ميا صيب په ژوند او خدماتو يو کتاب د پيرزوينو اميلمرتبه حنيف خليلچاپ دی

               مياصاحب د پبو شېخ شهباز بابا په کورنۍ کې ميا محمد عرفان کره د کال ١٩٠٨ د جولايي په مياشت د نوښار ضلعې په مشهور کلي ٫٫پبي  کې پېدا شوی دی  ابتدايي تعليم يې پخپل کلي او مډل د پېښور يو سرکاري مکتب نه وکړو  د وړاندې تعليم دپاره د پنډۍ په ٫٫ ګارډن مکتب  کې داخل شو  هلته نه د ميټرک کولو پس يې د خپل جدامجد شېخ شهباز بابارح په حالاتو مشتمل د ٫٫حضرت شېخ شهبازبابارح پبو شريف  په نامه کتاب وليکلو  د پلار د وفات نه پس يې تعليمي سلسله ختمه شوه  څه موده د ټېکدارۍ په کاروبار کې مصروفيت نه پس په کال ١٩٣٩ کې يې د اسسټنټ جيلر په حیثیت د خپل سرکاري ملازمت ابتدا وکړه  ددغه ملازمت په دوران يې د قيديانو د اصلاح او تربيت دپاره د ٫٫ اصلاح  په نامه يوه مجله جاري کړه  ميا صاحب دغه وخت  ٫٫ رِند  تخلص کولو  

               د طالب علمۍ د زمانې نه د ادبي ذوق  مطالعې شوق او پښتو ادب د پرمختګ احساس وه چې په فکري تارونو به يې کله کله د شاعرۍ نغمې هم خورېدې  ميا صاحب په ١٩٥٢ کې د خپل ذکر شوي ملازمت نه استعفٰى ورکړه  او د خپل جاييداد د نګرانۍ سره د اولسي خېر ښېګړو په کارونو کې هم متحرک شو  د خپلې ژبې  ادب او خاورې سره د مينې په احساس د وطن د آزادۍ دپاره د خدايي خدمتګار تحريک سره په هلو ګلو کې شامل شو او وطن د آزادۍ دا فرض يې هم ادا کړو  

               ميا صاحب د خپل مصروف ژوند او خېر ښېګړې په کارونو کې د زغل په دوران د کال ١٩٧٥ د جنورۍ په يو کم دېرشمه ورځ وفات شو او د خپل کلي په اديره کې خاورو ته وسپارلی شو  

               د پېښور نه نوښار ته د سفر په وخت د ٫٫ پبو  بازار نه لږ وړاندې د لوی سړک په ګس لاس د ٫٫ نسيم قلا  په نامه د يو عمارت خاموشه موجودګي نن هم د نوموړي يادونه تازه کوي  

               

               ٫٫ نويد شعري مجموعه او ٫٫ حضرت شېخ شهباز بابارح پبو شريف  يې نثري کتاب دی

 

 

پښتونخوا د ميا صيب مشهور نظم دی چې په دې ډول دی

 

په بڼونو کې شنړيږي شنه طوطيان 

شنه سيندونه يې په سپين مېدان روان 

سبزه زار يې په خورو مېرو خواره دي 

خط و خال په کشاده مخ د جانان 

آب هوايي معطره مشک عنبر ده 

دم درحال پکې رغېږي پاګلان 

په خوبۍ دا هسې پټه خزانه ده

تور تور غرونه تور دېوان يې دي پاسبان

په وجود د هندوستان پروت لکه سر 

په نقشه د ازمري د سر په شان 

دا وطن د پښتنو کشمير نظير دی 

په ميوه په خوراکه کې فراوان

چې نېستۍ پکې هستي نه ده موندلې

شادماني راحت ولاړ دی په آستان

که لېمه مې د وطن په ګرد تازه شي 

تر نظر به مې کم نشي ټول جهان 

که يې مهر او وفا وته نظر کړې 

   د محمود اياز مثال شي را عيان 

که شاعر يې شاعري کړله آغازه

د کلام جنډه به اودرئ په ايران 

حقيقت د تصوف په لذت موړ کړي 

دا حافظ دی د شيراز عبدالرحمان 

که مې مشر د حجرې تدريس شروع کړي

د ازهر نه به خلق پاسئ ملايان 

که يو ځل مو شوه صنعت حرفت ته مخه 

تاج محل زما د لوبو دی مکان

که مې توره د غېرت چرې په لاس کړه 

بنګاله به دې يو دم وي بې نشان 

مرتبه چې مې د علم و هنر ګورې 

دا جمال جمال يورپ کړلو حېران 

چې اوبه مې د جيندي صافې تر خوله شي 

ژوند تازه شي خيال مې شي ګوهر افشان 

د وطن د سيالو جونو به يې ځار کړم

فيشني خوشرنګ خوبان د انګلستان

 

د سيالانو د غېرته به يې غواړم

په کم اصلو مې باييللی نام نشان 

چې اثر د پښتو نه لري په تن کې 

بې خوشبويو لباسي ګل د بوستان

نه ريا او نه فريب يو صاف ګفتار 

چې کمال د پښتو ژبې شي عيان 

په وسعت کې د کوفې مطلب پوره شو 

سمندر په کوزه بند حکمت حېران 

يا سياهي زما د بخت د قلم تم شوه 

يا افغان سره فعال سر و سامان 

ورور  تربور دې ابتدا د خصومت شوه 

ته د خپل وجود په اور شولې سوزان 

که دې تېر عقل راستونی کړو په سر بيا 

که فساد عناد دې بند کړو په زندان 

د جهان په مخ به نمر غوندې څرګند شې 

د باطن دپاره تندر د اسمان 

کاش که ژوند کې دې نسيم ننداره وکړي 

زما تللی جاه جلال دور دوران 

 

د کلام دغه برخه يې هم وګورئ

 

په دې اقرار کې د انکار يو مدعا پټه ده 

د زړه دنيا کې مې د حشر واوېلا پټه ده 

ګلشن ته ووايه نور بس کا مه سپړه ګلونه 

ازغي لږ وپوښته په زړه کومه بلا پټه ده 

ستا د ښائست سپرلی به تېر شي د رقيب د وړاندې 

د بينوا سترګو په وريځو کې ژړا پټه ده 

ساقي يو څو کاسې بخشش کړه په ارواح د مړو 

د الله يار په ځنکدن دا تمنا پټه ده 

شنه سپيلني لار کې ولاړ وو دوړېدل چا پسې 

ګلابه مه پېله هارونه بې وفا پټه ده 

څومره پستي چې راکوي بې وفايي د دنيا 

دومره په سر کې مې نشه د ارتقا پټه ده 

چرته خاموشه سکون زده کړه د کوهسار د ونې 

شوخي د برق او د برېښنا يې په سايا پټه ده 

دې فريبي جمال سره به کوم منزل لره ځو 

د زنخدان په چاه يې غوټه د جفا پټه ده

ګوته په خوله حېران ولاړ يم د خوبانو په در 

د تجسس کوڅو کې لاره د وفا پټه ده 

ای د کوهسار بازانو پرېږدئ د بلبلو روش 

ستاسو پرواز کې د تعمير لويه غزا پټه ده 

چې د سِنګار په دکان وينم مجاهد د مينې 

راته ښکارېږي په کردار کې يې ريا پټه ده 

حقې وېنا لره حق وګڼه رسۍ د سولۍ 

د اناالحق کړيکه کې ستا د مرګ سزا پټه ده 

د اخوت جذبې مې ځان لوګی کوي درپسې 

ميدانه ټينګ شه په لمن دې پښتونخوا پټه ده 

 

يو کلام يې دا هم وګورئ

 

زه په اميد درته درتلم ملا مې دې ماته کړله 

په ما دې نن جوړ د بابا خونه ميراته کړله 

ما وې منصور غوندې به راکړې څو جوټې د مينې 

کمڅۍ په مخ دې زنګېده ولې دې شاته کړله 

څو نامراده اسويلي مې په زړګي پاتې شو 

تا نا قبوله چې د خوارو ننواته کړله 

خوږه خندا چې پرې ما باييلله دنيا و عقبٰى 

قيصه د ژوند دې په يو دم زما بل خوا ته کړله 

د نسيم جان وينا به نه وي د شعوره خالي

چې دا ګيسو نافه زما په لور هوا ته کړله 

 

 

ارواښاد ميا ډاکټر سهيل انشا د ميا سعدالله خان نسيم زوې دی چې ډاکټر موصوف هم پښتو ژبې او ادب ته د قدر وړ بخښنې کړې دي.

 

 


 

                                                                                                       سيد بهادر شاه ظفر کاکاخېل

 

 

سيد بهادر شاه ظفر کاکاخيل د پښتو د معاصر ادب پياوړی نوم مورخ محقق او ليکوال دی چې د ژوند او بخښنو په اړه يې استاد هميش خليل داسې معلومات راکوي.

               ظفر کاکاخېل د نوښار تحصيل په مشهور کلي ٫٫زيارت کاکاصاحب کې د عبدالخالق شاه کره د کال ١٩١٠ د مارچ په وړومبۍ ورځ پېدا شو  د کاکا صاحب د يو ځوې شېخ دانشمند عبدالحليم په اولاد کې دی  د مور له خوا خټک دی  د درې نيمو کلونو په عمر يتيم شو  باقي ساتنه او پرورش یې تره وکړو  ابتدايي تعليم یې خپل کلي کې د يو جماعت د امام نه وکړو  دغه نه پس د نوښار صدر په اسلاميه هايي مکتب کې داخل شو  ولې په سرکاري مکتبونو کې د مسلمانانو ماشومانو  تعليم د مليانو د مخالفت په وجه خپلوانو له دغه مکتب نه پاسولو او د خپل کلي په يوه مدرسه ٫٫ نصرت الاسلام کې یې داخل کړو دلته تر دريم صنفه یې سبق ووييلو  نو د مور له خوا خپلوانو اکوړي ته بوتلو او هلته یې يو سرکاري مډل مکتب کې داخل کړو دلته نه په اتم صنف مډل کې د کاميابۍ نه پس یې په پراييويټ توګه د پنجاب يونيورسټۍ نه د ٫٫ منشي فاضل  ٫٫ اديب فاضل او ٫٫ پښتو فاضل  او دولسم جماعت امتحانونه ترسره کړه  وړاندې تعليم یې ونکړی شو  

               سرکاري ملازمت ته یې زړه نه وه  خيال یې ټيکدارۍ ته وه  د ټيکدارۍ په کاروبار کې د تجربې حاصلولو دپاره د خپلې علاقې د يو ټيکدار سره منشي شو دغه سلسله کې د ټيکدار سره ٫٫ کانګړه   بهارت ته لاړ  د مور یې د ټيکدارۍ په کاروبار رضا نه وه  ځکه د اکوړي خپلوانو دده په غير موجودګۍ د محکمه تعليم د يو افسر په سفارش هم په دغه محکمه کې استاد مقرر کړو او بيا یې د مور د ناروغتيا په پلمه د کانګړه  بهارت نه د تار په ذريعه راوغوښتو  

               دلته په رارسيدلو د حالاتو خبر شو  نو مجبوراً یې ملازمت ته غاړه کيښوه  د محکمانه تربيت ترسره کولو نه پس د ٫٫کرک په ګورنمنټ هايي مکتب کشې استاد شو څه موده پس د صوابۍ سرکاري هايي مکتب ته بدل شو او دغه شان د بدليدو رابدليدو دا سلسله د ملازمت په دوران تر ډېره وخته جاري وه  

               په کال ١٩٤٥ کې حکومت د صوابې نه څلويښت تنه استادان د بيسک ايجوکيشن ټريننګ دپاره جامعه مليه ډيلي ته اوليږل  دغو استادانو کې بهادر شاه ظفر هم شامل وو  ددغه ټريننګ د تکميل نه پس د دوي تقرري د چارسدې ګورنمنټ کالج کې وشوه  روستو چې بيا څه وخت هره ضلع کې د بيسک ايجوکيشن سنټرونه جوړ شول نو د دوي تبادله د مردان بيسک سنټر ته وشوه  دلته د خدماتو نه پس يو ځل بيا یې مختلفو مکتبونو ته د تبادلو سلسله شروع شوه  دا سلسله آخر ١٩٥٩ کې د دوي خپل کلي ته په تبادله ختمه شوه  چې هم دلته یې د لسو کلونو د تعليمي خدماتو نه پس د ملازمت موده پوره شوه  او بهادر شاه ظفر په پنشن لاړ  

               د يو شاعر په حیثیت بهادر شاه ظفر اګرکه نظمونه غزلې او په ګڼ شمېر قطعات وييلي دي  خو د پښتو ادب په دنيا کې کوم شهرت چې د ٫٫ پښتانه د تاريخ په رڼا کې  په حیثیت د يو مورخ او ٫٫ظفر اللغات په حیثیت د يو لغت نويس کيږي  دا تر اوسه د کوم بل پښتون مورخ او لغت نويس نه دی شوی  

               بهادر شاه ظفر د خپل ملازمت په دوران کې په ذکر شويو دواړو کتابونو لاس پورې کړی وه  او بيا د ملازمتي تبادلو په ناتار کې هغه سړی دا کار کولی شي چې د خپل ادب او تاريخ سره مينه لري  په يوازې سر او بيا ددغو کتابونو د مطالعې دپاره د حوالو د کتابونو سرګرداني د يو کس کار نه بلکې د يوې سرکاري ادارې کار دی  چې ليکونکی د خپل کار په سرته رسولو کې د هر ضرورت نه بې نيازه کړي  نوموړی په ٢٤ جون ٢٠٠٢ کې وفات شو  ادبي اثار يې دادي :

پښتانه د تاريخ په رڼا کې 

ظفر اللغات 

پرائمري مکتبونو دپاره د کورس پنځه کتابونه او مډل مکتبونو دپاره د کورس درې کتابونه  

شېخ رحمکار  سوانح په اردو ژبه  

رهنمائی پشتو 

پښتو انګريزي ډکشنري 

ماشومانو دپاره 

پټه خزانه او درې سويې 

اسلام او جاهليت 

د توکل خان خوب او زړه کونجي 

دين حق 

نمونځ او روژه 

ساقي چاچا 

 

 

ځه چې داسې ځایی ته لاړ شو

 

چرته چې نيکۍ لکه بدۍ غوندې رسوا نه وي 

هلته شرافت د سړيتوب په نوم بلا نه وي 

هلته خوڼۍ بې ديني نه وي د مذهب په نوم 

هلته مسلمان ته مسلمان توره بلا نه وي 

هلته د مکرونو تنستې د قام په نوم نه وي 

هلته د اغيارو په لمسون الا بلا نه وي 

هلته نه دلال وي  نه ريبار نه د رقيب ويره 

هلته معشوقه سرخي پوډرو ته اړيا نه وي 

 

هلته څوک د زلفو ښاماران په زړونو نه چيچي 

هلته د فراق د لاسه څوک سر په بيديا نه وي 

هلته نوم نشان د غلامۍ له مونډه وتی وي 

داغ د خوشامندو په تندي هلته د چا نه وي 

نه هلته ليډر څورب تازه د قام په غم کې وي 

هلته په قامي چندو موټر او سنيما نه وي 

هلته کې زمری په ګډه نه  بلوسي خپل کار کوي 

هلته نه باچا وي  د شاهۍ پخه قلا نه وي 

هلته د بلبل په زړه داغونه د خزان نه وي 

هلته کې ګيلې نه وي  مانې نه وي چغا نه وي 

هلته اوچې شونډې لمدې سترګې غم خوړل نه وي 

هلته کې عاشق د معشوقې د در ګدا نه وي 

هلته کې زلمي د سختو نرمو نه خطر نه کا 

هلته همت ناکو ته ځنګل نه وي صحرا نه وي 

 

هلته کې بېکار نه وي بېګار نه وي لا چار نه وي 

هلته کې د ګرم په ځایې نيولی بی ګنانه نه وي 

هلته قبيلې نه وي فرقې نه وي پرې نه وي 

يو ابن آدم وي د انسان نه څه اعلا نه وي 

ستوري ګېروي پخپل کمند کې شازلمي هورې 

هلته کې غاوره څوک په توره د لالا نه وي 

هلته کې زاړه هم د وړو نه باهمته وي 

هلته کې هر څه وي يو ناکامه تمنا نه وي 

هلته چې پخپله د قسمت تعمير هر څوک کوي 

هلته کې ګيلې د بد نصيب بېګا سبا نه وي 

 

لوبه د سيالۍ کې واړه لوې سره شريک وي ټول 

هر غشی چې اولي يوه نښه  یې خطا نه وي 

ستاپه مملکت کې ربه داسې جهان هم شته دی 

زړه د ظفر شين شو چرته ځایی د امان هم شته دی 

د کاکاخيل مرحوم خدمات نه هيريدونکي ديبايد پښتانه يې هم هير نه کړي او تل ورته احترام او درناوی ولري

بهادرشاه ظفر کاکاخیل سره د حنيف خليل مرکه هم ډلته راوړلی شي چې په نولس سوه اته نوي عيسوي کال مښې شوې ده او د کاکاخيل صاحب د کار و زيار په اړه ډير نادر معلومات لري

 

کاکاخیل صاحب یو ډیر عالم فاضل شخصیت دی اتیاو نه زیات کتابونه يې په اردو او پښتو کې لیکلی دی. د پښتو لوئی مورخ  محقق نقاد او لغت دان دی. پښتانه د تاريخ په رڼا کښی او ظفر اللغات لغت يي دسنگ میل حیثیت لری ددوئی تاریخ نه وروسته چا هم مستند تاریخ و نه ليکلی شو او لغتونه که چا ولیکل نو هم یې ددوئی د ظفر اللغات» به اډانه وليكل. کاکاخیل صاحب به د خپلو دغو دوو کارنامو په ذریعه تر هغې ژوندی وی ترڅو چې دپښتو ژبه او ادب تحقیق تاریخ او لغت ژوندی وی

 

س 

دوینو جام ډرامه چې د اسلم خټک لیکلی شوې یادیږی په دې ډرامه دا شکونه شوی دی چی دا اسلم خټک نه ده ليکلې يومدعى یې عبد الكريم مظلوم یادیږی او معلومه شوې ده چې تاسو هم د دې ډرامې دلیکونکی دعوی کوئ په دې حقله ستاسوڅه خیال دی؟

ج 

داخبره به زه لږه تفصیل سره و کړم قیصه داسې ده چې په کال ۶۱۹۳۳ کې زه ریتانرډ استاذ وم دغو ورځو کې زه د ایس وی ټریننګ دپاره منتخب شوم دې ورځو کې خان بها در قلی خات تعلقات عامه کې افسر وو  قلی خان زمونږ پرنسپل ته ووې چې ستا شاګردانو کې څوک داسې شته چې د پښتنو په قاميت او دود دستور یوه ډرامه وليکي چې مونږ يې ستيج کړو  دغه وخت کې زمونږ کالج کې دوه پښتانه استاذان وو چې کرامت الله او سرور خان يی نومونه وو. کرامت الله زما نوم وړاندې کړو. ما کله ډرامه نه وه لیکلې او نه مې ليدلې وه  دغه وخت کې به خاموش فلمونه وو رهغه مې کتلی وو  دغه وخت کې مې د پنجاب یونیورستی دامتحان لپاره څنی کتابونه لوستی وو چې يو پکې ناټک ساګر نومیدو

دغه کتاب کښی د ایران یونان او قدیم سنده تاریخ نه علاوه نورې قيصې هم وې چې مالوستې وې زمونږ کلاس کې څنې هندوان وو چې هغويی د موسیقی ډېر تکړه وو او در مسال کې به یې سندرې هم وييلې هغويی را ته ووې چې ته دې ډرامې له کوم شعرونه ليکې هغه به په وزن او اصولو مونږ برابر کړو. خير ډرامه مې وليکله د کلو ښائست نامه یې وه. یوه هفته پس تا کال کې دنواب عبد الصمد خان حجره کې سټیج شوه. ډرامه ډیره خوښه کړی شوه بیا دا ډرامه پرنسپل سره وه  هغوئی وې چې حکومت ته به یې ليږم ما ترې ځنې ضروری نوټونه واخستل او ډرامه پرنسپل سره پاتی شوه  په ۳۱ مارچ زما امتحان وشو او اپریل ۱۹۵۳ کې واپس کلی ته راغلم  بیا پیښور کې ريديو ستيشن جوړ شو قلی خان دا ډرامه پرنسپل نه اخستې وه دغو ورځو کې اسلم خټک د ربډيو ستيشن دائریکټر وو  ماته خط راغلو چې ستا ډرامه به ريډيو نه نشریږی د اوریدو نه پس پرې خپل تاثرات را کړه ما سره ريديو نه وو درامه مې وانه وريدله . زه بې غمه شوم په ۱۹۳۵ کې یوایجو کیشن انسپکټر وو  هغه راته ووې چې تانه ۵۲ کسان سینیر دی چې سرکاری مکتبونو کې ځایې پیدا شی نو دويی نه پس به ته هم ورشې . زه په ١٩٣٦ کې کرک کې داستاذ په حيث مکتب ته لاړم دغه د ۵۲ کسانو کشمکش کې مانه درامه هیره وه. او بیا کرک کې د خلقو لهجه او ژبه اوریدو سره را ته د لغت لیکلو دلچسپی پیدا شوه نو ډرامه را نه بیخی هیره شوه بیا په ١٩٨٦ کې ډاکټر اعظم د پښتو ډرامې په فن پښتو رساله کښي يو مضمون وليكلو هغه دوینو جام په نامه ډرامه داسلم ختک لیکلی شوې دريډيو نه نشر کړې ياده کړې وه  ما اعظم ته خط وليکلوچې ورومبی ډرامه ما ليکلي ده بيا زما یو اشنا سلیم شاه ووې چې دا خبره نیمګړې نه پريږدو ته د کرامت الله هغه خط او ډرامه پیدا کړه چې موازنه یې وکړو ما هغه نيمګړې ډرامه پيدا کړه هغه مو چې دوینو جام سره موازنه کړه نو ټول په ټوله د پلاټونو متلونو او نومونو پورې دوینو جام زما د ډرامې نقل وو يو کس نیم د هغه په حمایت کې مضمون دوه هم وليکل خو اسلم خټک په خپله سریزه کې لیکلی دی چې يوه مختصره ډرامه وه او بله « خونی منظر وو  هغه ډرامه لويه وه چې زه یې متاثره کړی يم د هغه مختصرې ډرامې نوم یې ونه ليکلوذ دغه زما ډرامه وه .

 

تر کومه حده چې د عبد الکریم مظلوم تعلق دی نو هغه ريډيو کې ملازم وو او اسلم ختک به خپل ټول کار په هغه کولو کيدی شي چې هغه پکې هم څه نه څه اضافه کړې وي خو هغه صرف اسلم خټک لپاره نقل کړی ده..

 

س:

 تاسو لغت ليکلو ته څنګه متوجه شوئ؟ 

ج: 

کله چې ما خوشحال بابا ولوستو نو هغه کې راته داسې مشکلات پیدا شول چې د هغه په ځنو لغتونو پوهیدل ډير ګران وو  اوس خو دوست محمد کامل ډیر اسان کری دی خو وړاندې داسې نه وو  او بله خبره دا ده چې کله زه کرک کې استاذ وم نو د هغه خلقو لهجې هم دې ته وهڅولوم چې پښتو کې يو لغت وليكم.

 

س: 

تاسو نه وړاندې چې د لغت په لړ کې کوم کارشوی وو هغې نه تاسو مطمئن يئ؟ او ايا تاسو نه وروسته د پښتو لغت په ليکنه کې څه اضافه وشوه که نه؟

 

ج 

د پادري خیر الله لغت په لغت نه دی حساب هغه ډیر وړوکی دی د راورتی او ځنې نور لغتونه هم ماته مخكښې وو او ما کتلی هم وو خو د اطمینان وړ نه وو پښتنو کې زما په خیال لغت ما نه چا مخکې نه دی لیکلی او له ما وروسته که چا لیکلی هم دی نو هم زما لغت يي هضم کړی دی حکومت قلندر مومند ته لوئی پراجیکټ او لكونه روپۍ ورکړې خو چې لغت یې وليکلو نو هم زما لغت يي هضم کړی و او ما خو په داسې حال کې لیکلی وو چې هیڅ قسمه وسایل او اسانۍ را سره نه وې دقلندر د لغت په حقله چا وئیلی وو چې «ظفر اللغات» یې په «درياب» لا هو كړو.

 

س:

 تاسو ته د پښتو لغت ليکلو کې څه مشکلات مخې ته راغلی وو؟

ج 

ماته حکومت هیڅ قسمه سهولت نه وو راکری زه به د مختلفو سیمو لهجي لپاره هغه سیمې ته تلم هوټلونو کې به مې چايې څښلې او د خلقو خبرو ته به مې غور ایښی وو او دغسې به مې د هغوی د خلې نه لغتونه ليکل او بیا به مي د هغي معني معلومولې او دا هر څه په خپلو محدودو وسایلو کې ځنو خو ډیر شور جوړ کړی وو چې په څلورو ژبو کې به لغت ليكو وسایل ورسره وو خوڅه یې ونه کړل قلندر سره د وسایلو زما لغت په دریاب لا هو كړو ما که څه کړی دی نو صرف په خپله دلچسپی او محدود و وسایلو کې مې هغه وخت کړی دی چې د پښتنو خيال لا لغت ته نه و.

 

س  

تاسو په خپل تاریخ پښتانه د تاریخ په رڼا کښی دا نظریه ښودلې ده چې پښتانه ارين دی دې نظریې سره کومو مورخينو اختلاف کړی دی او ستاسو نه وړاندې دا نظریه چا ښودلې وه ؟

 

ج : 

دې لړ کې ډيرې نظریې ښودلی شوی دی څوک وائی پښتانه اسرائیلی دی سلطان محمد صابر وئیل چی مخلوط قوم دی غنی خان وائی دیونانیانو کړه وړه لری او مولانا عبد القادر وانی دا یو ځانته نسل دی. ټولو نه وړومبی سید جمال الدين افغانی وئیلی وو چې پښتانه اريه دى حبيبي صاحب هم دا نظریه لرله. بیا ما خپل دلایل پیش کړل چې پښتانه «آرین» دی  دې لړ کې نور هم ډیر کار شوی دی لکه د روشن خان تاریخ داحمد علی کهزاد دوه تاریخونه فارسی کې او نور ډير . ما د ټولو حوالې ورکړی دی خو اخره کې مې د خپلې نظریې دپاره دلایل پیش کړی دی. مانه وروسته هم په دې میدان کې کار شوی دی خو زه ډیر لوستی نه شم  البته پریشان ختک نومې يو پروفیسر دی چې په خپل کتاب پښتون کون ؟ کې یې هر څه زما تاریخ نه اخستی دی او زما حواله یې نه ده ورکړې دې نه علاوه یو ډاکټر دی چې سعد الله جان برق نوم یې دی هغه د پښتو رساله کې قسطوار خپل تحقیق د پښتنو تاریخ  تریخ تاریخ » چاپ کړی دی هغه هم هر څه زمانه اخستی دی او زما نوم یې ډير په تحقیر سره اخستی دی لکه داچې زمونږ د کلی بهادر شاه ظفر هم پرې څه کار کړی دی وغیره...

 

س

 دپښتنو د اصل نسل تاریخ نه علاوه دپښتو ادب يو تاريخ ليکلو ضرورت مو ولې محسوس نه کړو؟ 

ج

 ماسره یو خو زیات وخت نشته بله خبره داده چې زه اوس نه ډیر لیک کولی شم او نه لوست نظر می هم خراب دی البته ذهن مې ښه صحیح کار کوی دغه مشکلات وو چې دادب تاریخ مې ونه لیکلی شو.

 

س: 

ستاسو په خیال پښتو به څنګه ترقی و کړی؟

 ج: 

زما نظريه داده چې پښتو هله ترقی کولی شی چې غیر پښتانه یې زده کړی.

 

س 

د لغت او تاریخ د بنیادی کارونو نه علاوه ستا سو علمی او ادبی خدمات کوم دی؟

 

ج: 

ماټول اته او يا کتابونه لیکلی دی چې دیرش پکې درسی دی  درسی کتابونو کې د اول نه تر اتمه پورې مې اته کتابونه د عبد الخالق خليق صاحب په مشوره لیکلی دی په ۱۹۶۱ کې دصدر ايوب په زمانه کې می درروغ لیونی په مرسته دولس کتابونه نور نصاب لپاره لیکلی دی لس کتابونه ما او اجمل خټک په شریکه لیکلی دی پینځه دیرش کتابونه مې د مقامی جماعت اسلامی په مشوره په اسلامی موضوع اردو نه ترجمه کړی دی چې معاوضه یې هم راکړی شوې ده درې کتابونه مې په اخلاقی موضوعا تو ماشومانو لپاره لیکلی دی  دې نه علاوه د کاکا صاحب سوانح د شيخ رحمکار صاحب په نامه رهنمائی پښتو  او ورسره هغه

کتابونه چې زه یې ژوندی کړم پښتانه د تاريخ په رڼا کې او ظفر اللغات پښتون اپنی نسل کی آئینی میں اردو کې دپښتنو تاریخ دی.

 

س: 

ستاسو کتابونه د ملک نه بهر خوښ کړی شوي او رسیدلي دي که نه ؟

 

ج

 روس کښی زما په تاریخ ترجمه کولو د پی ایچ ډی سند ور کړی شوی دی. افغانستان کې زما کتابونه ډير زيات خوښ کړی شوى دى يو ځل را ته اجمل خټک وييلي وو چې زه بهر ملک ته تلی وم اوړستا کتابونه مې هم خان سره وړی وو خو هغه را نه په لاره کې خلقو ټول واخستل چې داخو ډیر اهمیت لری. نو دغسې زما کتابونه بهر هم خوښ کړی شوی دی.

 

 

27398     د مرکې نيټه او کال

 

 

 

 

                                                                                                      فضل حق شيدا

 

 

فضل حق شيدا په يو وخت تخليق کار ژباړن نقاد او څيړونکی ووپه پښتو اردو او فارسي درې واړو ژبو يې قلم چليدلی او ليکنې يې کړې دي په شاعرۍ کې يې ټولنيز شعور او ترقي پسند فکر غالب دی خو روماني رنګ هم لريپښتانه ليکوال کې يې حالات داسې راغلي دي

               شيدا صاحب د کال ١٩١٠ د جون د مياشتې په وړومبۍ ورځ د چارسدې تحصيل په محمود آباد نومې کلي کې د عبدالصمد خان کره پېدا شو  د پلار نه يتيم پاتې شو  د خپل مشر ورور په سرپرستۍ کې یې د ٫٫دوه سرو  کلي په مدرسه کې خپل ابتديي تعليم ترسره کړو د ثانوي تعليم حاصلولو په غرض د نوښار په هايي مکتب کې داخل کړی شو  څه وخت چې په کال ١٩٢٧ کې یې لسم جماعت پاس کړو نو د وړاندې تعليم دپاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړ  

               شيدا صاحب د کالج په علمي مباحثو او ادبي محفلونو کې دلچسپي اخستل شروع کړه  نتيجه یې دا شوه چې د ٫٫ خيبر  مجلې د اردو او پښتو دواړو برخو مديريت ور وسپارلی شو  يو ځل د بزم السنه شرقيه صدر او دوه وارې د خپلې هر دلعزيزۍ په وجه د ٫٫ خيبر يونين صدر منتخب کړی شو  

               په کال ١٩٣٢ کې د اسلاميه کالج پېښور نه د بي ای اوپه کال ١٩٣٥ کې یې د ټريننګ کالج لاهور نه د بي ټي سندونه ترلاسه کړو وروسته یې بيا په فارسۍ کې ايم ای هم وکړو  د پنجاب پوهنتون په دغه امتحان کې یې داوليت په وجه د ٫٫ ناصرالدين او ډوايير زري تمغه تر لاسه کړه  

               د تعليمي فراغت نه پس د تعليم په محکمه کې یې ملازمت اختيار کړو دغه نه د صوبه سرحد پښتو نخوا د اطلاعاتو محکمه کې د پنځلس ورځني  انګريزي اخبار ٫٫انفارميشن  او اردو ايډيشن ٫٫ اطلاعات  د مديريت په عهده فائز شو  کال ١٩٤٦ کې ٫٫ فيډرل پبلک سروس کميشن  د آل انډيا ريډيو د پرېس ليزان عهده ور وسپارله  ددغه ملازمت په سلسله کې ډېره موده په ډيلي دهلي  وو  په کال ١٩٤٨ کې یې د ملازمت نه استعفٰى ورکړه او صوبايي سياساتو کې برخه واخسته  

               د صوبايي اسمبلۍ د ممبرۍ دپاره د ٫٫ عوامي ليګ په ټکټ د خپلې حلقې نه اميدوار شو  ولې کامياب نه شو  پيکنګ امن کانفرنس کې د شموليت دپاره د ابوالحسنات پير صاحب د مانکي په مشرۍ کې د پاکستان ډيليګيټ په حېث چين ته لاړ  

               روستو يو ځل بيا د پېښور ډويژن د اطلاعاتو په محکمه کې د اطلاعاتو د ډائرېکټر په عهده مقرر شو  شيدا صاحب په اوومه فرورۍ کال ١٩٨٤ وفات شو او د اسلاميه کالج پېښور په اديره کې  خاورو ته وسپارلی شو  

               شيدا صاحب زمونږ په ننني دور کې تر ډېره حده د يو مکمل انفراديت مالک دی 

چاپ آثار

سيدجمال الدين افغاني       پښتو ترجمه 

څرخ   د عائشه ملک د انګرېزي کتاب د قيصو پښتو ترجمه 

اسوېلي    پښتو شعري مجموعه 

نوائی رحمان          د رحمان بابا د کلام پښتو ترجمه 

دودِ مَشعل             اردو شعري مجموعه 

ناچاپ آثار:

سفر نامه چين                       په اردو ژبه 

د اراښاد شيدا دوه نظمونه بيخي ځانګړی معيار لري ځکه د نمونې په توګه يې دغه دوه نظمونه دلته راوړلی شيخپلې مورې او د مزدور سندره

 

خپلې مورې

 

ستا د مينې ډکه غېږه 

وه له ما به تل چاپېره      

ما په تته تته ژبه 

څه صحيح څه تېر و بېره 

زده کړې دغلته خبرې 

مدرسه وه له ما هېره 

د الله نوم اول ځلې 

تا و ماوته ښودلی 

زه په ناز دې لويه ولم 

ته په ما خوشحالېدلې 

چې به زه ومه ناچاقه 

ته به رو رو ژړېدلې 

 

په هر نمر کې په ما باندې 

له کور ته غوړېدلې

ستا د سيوري لاندې لوې شوم 

زه ناپوهه ومه پویې شوم 

 

مدرسې نه به چې راغلم 

راله مخې له راتلې ته 

زه به وادې خستم غېږ کې 

په جامه کې نه ځایيدلې ته 

په وړو پښو به دې زور کړو 

ګېر چاپېره تاوېدلې ته 

"دی به کله نوجوان شي 

چې پوره زما ارمان شي" 

 

په تعليم پسې دې ورک کړم 

دا دې خيال وو چې سړی شي 

نالائقه چې ځامن وي 

لویې مېندې پرې وړې شي 

چې ځامن یې شاه زلمي شي 

هله مېندې یې زړې شي 

چې زه لویې شوم ته زړه شوې 

دغه هم ښه وه خو مړه شوې 

 

په ما باندې دې تر اوسه 

د خدمت بدل دی پاتې 

 

زه به څه درکړمه واخله 

دغه يو ګوګل دی پاتې 

په سينه کې مې فقط يو 

ډک د سوز غزل دی پاتې 

تا پکې به اوستائمه 

او ژوندۍ به دې بيا کړمه 

 

 

د مزدور سندرهنومې نظم يې په دې ډول دی

 

دا دانه د انګور نه ده  دا په اصل کې يو زړه دی 

پکې وينه د مزدور ده چې عالم یې شراب بولي 

د غمونو ډکه پکه ټول پرې ځان مشغولوينه 

دا قيصه خو د مزدور ده چې عالم یې کتاب بولي 

د غوټۍ په شانې سور دی خو څيرلی دی غټانو 

دا زړګی خو د مزدور دی چې عالم یې ګلاب بولي 

دا په زړه یې چې ناسور دی سوی اور ورته ټول وايي 

دا فرياد خو د مزدور دی چې عالم یې رباب بولي 

د مړو خلقو قصور دی دا به ټول راپرې باسينه 

دا خو اوښکې د مزدور دي چې عالم یې سيلاب بولي 

وريتې شوې په تنور دي ټول عالم پرې شخوند وهينه 

دا بوټۍ خو د مزدور دي چې عالم یې کباب بولي 

ای شيدا نوم دې مزدور دی خفه کيږه مه پرې بالکل 

هغه تاوته مجبور دی چې عالم یې نواب بولي

 

ارواښاد فضل حق شيدا هم په هغو اديبانو او دانشورو کې دی چې د ډيرو زياتو علمي او ادبي بخښنو باوجود پخپله د هغوئ د کار و زيار په حقله کومې باقاعده څيړنې او ليکنې نه دي شوي بايد پښتانه څيړونکي ورته سمه توجو وکړي—

 

 

                                                                                                        ميا رسول رسا

 

 

               ميا سيد رسول رسا صاحب او فضل حق شيدا ډير شريک خصوصيات لرل خو رسا صاحب ورسره يو مهم ناول ليکونکی هم وو او خدمات يې هم زيات او پراخ وو د ژوند حال او د خدماتو يادونه يې په دې ډول ده

رسا صاحب د اپريل په لسمه کال ١٩١٠ د نوښار تحصيل په ٫٫ بدرشي  نومې کلي کې د ابک خېلو مياګانو په کورنۍ کې د محمد سعيد ميا کره سترګې پرانستې  ابتدايي تعليم یې د نوښهر اسلاميه هايي مکتب نه تر سره کړو  د وړاندې تعليم دپاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړ  د کالج په دوران د تعليم سره سره ادبي شغل یې هم جاري وساتلو  د خپل ادبي ذوق په وجه دکالج د ادبي مجلې ٫٫ خيبر ميګزين  د پښتو برخې د مدير ذمه واري هم ورپغاړه شوه  هم دغه تعليمي دور کې يو وخت چې د الحاد د اثر لاندې راغلو نو د اسلاميه کالج د فلسفې پروفېسر لاله عبدالرحيم نيازي د خپلې خاصې توجه د ورکړې په غرض ځان سره په کور ډېره کړو چې د خپلې علمي پوهې په برکت یې د هغو ټول شکوک رفع کړه  

               رسا صاحب په کال ١٩٣٤ د بي ايس سي په امتحان کې د کاميابۍ نه پس د لاهور سنټرل کالج نه د بي ټي امتحان کې هم په امتيازي حیثیت کامياب شو  کال ١٩٣٨ کې یې د تعليم په محکمه کې د مدرس په حیثیت د خپل وړومبي ملازمت ابتدا وکړه  دلته د دوه نيمو کالو د ملازمت نه پس غالباً په کال ٤١   ١٩٤٢ ډيلي نه د وتونکې مجلې ٫٫ نن پرون  په اداره کې شامل شو  

               هم دغو شپو ورځو کې د دويم عالمي لوې جنګ په نښته څه وخت چې پېرنګيانو ته د ريډيو په ذريعه اولس کې د پروپېګنډې ضرورت شو نو د ٫٫ سانګ پبلسټي  په نوم یې د ريډيو په محکمه کې يوه څانګه پرانسته  رسا صاحب د پښتونخوا له طرفه د ٫٫ سانګ پبلسټي  د ډائرېکټر په عهده مقرر کړی شو  روستو بيا په کال ١٩٤٥ د کانګرس په وزارت کې آل انډيا ريډيو ډيلي ته واستولی شو  او کال ١٩٤٧ تر وېشه پورې هلته وو  

               د وېش نه پس لاهور ته لاړ او په کال ١٩٤٩ افغانستان کې د پاکستان په سفارتخانه کې د پرېس اټيچي په عهده اولېږلی شو  تقريباً دوه کاله یې په دغه عهده کار وکړو  او بيا د حکومتي ضرورت پيش نظر پاکستان کې د ٫٫ ټرائبل پبلسټي ارګنائزيشن  د ډپټي ډائريکټر په عهده مقرر شو  چې غالباً تر کال ١٩٥٣ هم په دغه عهده مامور وو  کال ١٩٥٤ کې یې د پرېس اټيچي په عهده انډونيشيا ته ولېږلو  اندونيشيا نه ايران او ايران نه يو ځل بيا هم په ذکر شوې عهده افغانستان ته لاړ  په کال ٥٥   ١٩٥٦ د ٫٫ امن  په نامه شايع کېدونکې هفت روزه پېښور نه د پښتو مجلې مدير هم پاتې شوی وو  

               رسا صاحب په ١٦ ستمبر ١٩٥٣ کې واده وکړو د څلورمې جنورۍ کال ١٩٦٩ نه د جون تر وروستۍ ورځې کال ١٩٧٠ د پېښور پوهنتون د پښتو اکېډيمۍ ډائرېکټر وو  په ١٤ اکتوبر ١٩٩٠ د پختورګو د مرض په وجه وفات شو او د خپل کلي په اديره کې خاورو ته وسپارلی شو   

پښتانه ليکوال د هميش خليل 

 

دغه يې د کلام څو نمونې دي

 

سردوباره دا هنګامه د وفا مه جوړه وه

زما د زړه برباده شوې دنيا مه جوړه وه 

جولۍ په لاس د غم زپلې ځوانۍ روي درکوم 

 د سرو ګلونو باغ مې زړه کې اشنا مه جوړه وه 

سره اننګي د سرو سروټکو سرې شغلې ستا صنم 

په سوي زړه مې اور به بل کړې خندا مه جوړه وه 

زړه چې برباد شي برباد ښه دی چې آباد یې نه کړې 

تالا ښارونه تا لاښه دي تالا مه جوړه وه 

د درمانده ځوانۍ ارمان مې ګمنامۍ کې رخصت 

ای د محفل رونق یې بيا په ادا مه جوړه وه 

په سوي مخ مې سپينې اوچې اوښکې پاکې نکړې 

اوچ شوی سيند به بيا روان شي غوغا مه جوړه وه 

ګټان ګټان چمان چمان تورې وريځې خورې 

د زړه اسمان مې تندر تندر بلا مه جوړه وه 

مريض د عشق د مرګ په طمع د ژوند ورځې تېرئ 

د ژوند سامان د مريض مرګ مسيحا مه جوړه وه 

په پريوتو دي د بڼو په څوکو اوښکې د ژوند 

لاس چې ورنه وړې ای طبيبه دوا مه جوړه وه 

حنايي لاس په ماتمي جهان کې خوب د مجنون 

په عاشوره د ژوند اختر د حنا مه جوړه وه 

د هجر شپه طولاني شوله خو اسره د حيات 

ژوند مې د شمعې يوه شپه ده صبا مه جوړه وه 

 

 

 

عشق ژوندی دی په ژوندي زړه کې زرغون شي 

عشق وېزاره د مرده زړه د ماتم دی 

خوند په زړه کې عشق پېدا کړي که عشق نه وي 

ژوند بې نوره بې نمکه  تور  تورتم دی 

مګر دا يګانه در دی ښه پوهېږم 

د عاشق زړه په قيمت کې د څه سم دی 

نه صنم شته نه حرم شته نه څه بل څه 

خو چې ما چا ته سجده اوکړه صنم دی 

 

په ستم باندې نازانه ستم اوکړه 

ستا ستم مګر معنٰى کې يو کرم دی 

د اسمان زړه ورنه شين يوازې نه دی 

د هر چا زړه یې شين کړی په ستم دی 

 

 


 

                                                                                                عبدالحليم اثر افغاني سالارزی

 

 

عبدلحليم اثر د پښتو په معاصر ادب کې د يو څيړونکي تاريخدان او عالم فاضل شخصيت په حيث پيژندی شي چې د پښتو نه سربيره يې په عربۍ فارسۍ او اردو کې هم ليکنې کړې دي د ادب سره سره يې ډير ليکونه په مذهبي او تصوفي موضوعاتو هم کړي دي د پښتانه ليکوال د معلوماتو تر مخه    اثر صاحب د سيد کريم سالار زي فتح خانخېل کره د کال ١٩١٠ د جولايي د مياشتې په دولسمه ورځ پېدا شو  پلار یې د څه نا معلومه وجوهاتو د باجوړ نه مردان ته هجرت وکړو  او هلته په ٫٫ شاړوشا نومې کلي کې آباد شو  د هجرت نه پس اثر افغاني په ذکر شوي کلي کې سترګې غړولې دي  

               ابتدايي تعليم یې په خاوشا علاقه د مختلفو عالمانو نه حاصل کړو  وروسته بيا د طورو مردان د مولانا اسماعيل ګيلاني  د چچ علاقې د ٫٫ جلاليه  کلي د مولانا عبدالرحمان او چچ حضرو د مولانا اسماعيل ورګ نه د هغه وخت مروجه علوم لکه صرف و نحو  منطق  حکمت او فلسفه وغيره ترسره کړه  

               د پيرنګيانو خلاف د سياسي جدوجهد دپاره په کال ١٩٢٨ ٫٫ خدايي خدمتګار  تحريک کې شامل شو  په کال ١٩٣٦ کې ٫٫ جمعيت العلما  او کال ١٩٤٠ یې د پاکستان د قيام دپاره د مسلم ليګ له پليټ فارمه هلې ځلې شروع کړې  ١٩٣٠ کې د الله بخش يوسفي په اخبار ٫٫سرحد کې یې د پښتو برخې د مدير په حېث کار شروع کړو او کال ١٩٤١ نه تر کال ١٩٤٥ د ٫٫خلاصة الاخبار  مديريت ورپغاړه شو  کال ١٩٤٧ نه یې يو اووه ورځنی اخبار د ٫٫ انصاف  په نوم جاري کړو  د هغه اخبار کتابت به یې پخپله کولو  

               اثر صاحب د ډاکټر خان په وزارت کې د ملاکنډ ايجنسۍ نه د قبليئز پاکستان د اسمبلۍ ممبر منتخب شو ليکن دغه دوران کې د مسلم ليګي مشرانو دولتانه او بيګم زري سرفراز سره د ملاقاتونو په وجه حکومت ګرفتار کړو  په ٨ دسمبر ١٩٨٧ کې وفات شو  

               اثر صاحب د يو ښه شاعر نه علاوه د يو ښه نثار او محقق په حیثیت هم پېژندلی شي  مطالعه یې وسيعه او مشاهده یې تېزه ده  د دوي د تحقيق بنياد د کشف القبور په عقيده دی  او تحقيق ځنې خبرې یې قابل تنقيد دي  

 

د پښتو شاعرۍ نمونه يې کتلی شئ

 

په معنٰى کې د وفا چې رنګينۍ دي 

سر جوشۍ د مينې هومره پخوانۍ دي 

کائنات د زړه متاع د يو نظر دی 

په نظر کې مې د مينې کامرانۍ دي 

سترګې سترګو ته څه وايي زړه شي پوه

راز د مينې وته څومره آسانۍ دي 

د ساقي هر يو نظر د ميو کيف دی 

مېکده ده که د زړونو ودانۍ دي 

اعتبار مې حقيقت شو له مجازه 

د اشنا په مخ مې ورکې پرېشانۍ دي 

د ساقي په لاس پياله د ميو راغله 

مېکده کې په هر لوري ښادمانۍ دي 

د "اثر" د زړه دپاره غزا اوشوه 

اشنا کړې د نظر مهربانۍ دي 

 

يو بل کلام يې په دې ډول دی

 

اوګوره جانانه ته خپل ناز زما نيازونه 

ستا خندا د ګلو ورسره زما خيالونه 

لاس مې لګولی ستا لمنه پرېښودی نه شم 

بومې ځه ساحل ته که درياب وهي موجونه 

ستا د غاړې هار يم که زه ګل يمه که خار يم 

ستا خمارې سترګې ورته زه کړم شوګيرونه 

بيا زلفې شانه کړه چې یې بويين د مشکو راشي 

څو به ناست حيران يم راته پاتې منزلونه 

غږ په رقيب اوکړه چې نادرې په ما نکړي 

خاورې ستا د در يم نور زما دي رفعتونه 

پوه دې په نظر يم ته زما په ژړا پوهه 

دوه پوهې چې يو شي پيدا کيږي ترې رازونه 

ستا رسۍ د زلفو په لاس راغله بام ته خېژم 

لاس راکړه اوچت مې کړه چې اوکړم ديدنونه 

ته وې ستا جمال وو ستا د حسن بل مشال وو 

نن هم زه هغه يم راياديږي ستا يادونه 

دا زما يقين دی چې دې هير نه يم په ياد يم

يه د جانان سترګو که قبول مې شي عذرونه 

ستا د مينې راز يم حقيقت يم که مجاز يم 

مينه ده صادقه دا "اثر" دا یې سوالونه

په شاعرۍ کې يې سنچيده علمي رنګ چوت ليدی شي

د اروښاد اثر صاحب په ژوند او خدماتو ډاکټر نور زاده د دوکتورا مقاله ليکلې ده چې ډير تفصيلات يې هلته راوړي دي.

 

 

 

                                                                                                                عبدالله جان اسير

 

 

               عبدالله جان اسير د پښتو په ادبي نړۍ کې هر څو که ډير شهرت نه لري خو علمي او ادبي خدمات يې د قدر وړ دي. 

اسير صاحب صوابۍ ضلع کې  ٫٫ زيده  يو مشهور کلی دی چې سيد احمد شاه د بريلۍ او اسماعيل شهيد د غزاګانو په زمانه کې یې ډېر شهرت لرلو  او د هغې وجه دا وه چې ددغه کلي ارسلا خان او د پنجتار فتح خان ړومبی کې د مجاهدينو ډېره مرسته کړې وه  .

 هم دغه زمانه کې ددې کلي يو بل سپين روبی چې آدم خان نومېدو او يوسفزو د اباخېلو د څانګې مکاخېلو د ټبره وو  دغه آدم خان به تل د ارسلا خان مخالفت کولو  ددغه مخالفت نتيجه دا شوه چې اخر آدم خان ٫٫زيده پريښوه او د خدوخېلو په ٫٫ سليم خان  نومې کلي کې مېشته شو  د آدم خان دوه زامن وو  د يو نوم ستاره خان او بل نوم مير حمزه خان وو  کوم وخت چې د پېرنګيانو په راتګ ارسلا خان د ٫٫زيده  نه لاړ  او د سوات په ٫٫چار باغ کلي کې یې استوګنه شروع کړه  نو ستاره خان او حمزه خان خپل کلي زيدې ته واپس لاړ  مير حمزه خان چې مشر وو هغه په زيده ډېره شو او کشر ورور ستاره خان یې ٫٫پنج پير کې پخپل جاييداد قبضه وکړه  

               څه موده پس ستاره خان ميرات مړ شو او مير حمزه خان نه يو زوې پاتې شو  چې شير زمان خان نومېدو  د شېر زمان خان نه دوه زامن مقرب خان او عالم خان پاتې شول  عبدالله جان اسير ددغه مقرب خان کره د کال ١٩١٠ د جولايي په څوارلسمه ورځ پېدا شو  اسير صاحب ابتدايي تعليم د خپل کلي په مدرسه کې تر سره کړو  او د وړاندې تعليم دپاره اسلاميه کالجيټ هايي مکتب پېښور ته ولېږلی شو  اسير صاحب د ميټرک په امتحان کې دوه ځله شامل شو  ولې صرف انګريزۍ کې د ناکامۍ په وجه یې د تعليم سلسله نيمګړې پاتې شوه  

               کال ١٩٣٠ کې ملکي سياساتوسره د دلچسپۍ په وجه ٫٫ خدايي خدمتګار تحريک  کې شامل شو  کال ١٩٣١ کې يې د هندوستان دوره وکړه  هم ددغه دورې په دوران کې یې د پوليس ملازمت اختيار کړو  خو بيا زر له دغه ملازمته مستعفي شو او چې هندوستان نه واپس کور کلي ته راغلو  نو سياست یې پريښودو  خو هر کله چې د پاکستان د قيام دپاره هلې ځلې شروع شوې نو اسير صاحب مسلم ليګ کې شامل شو  

               کال ١٩٣٣ کې یې د پېښور ګورنمنټ ټريننګ مکتب نه د جونيير ورنيکلر او کال ١٩٣٦ کې  یې د سينيير ورنيکلر سند واخستو  بيا په مختلفو مکتبونو کې یې د مدرسئ فرائض تر سره کړل  روستو بيا د صوبه سرحد د اطلاعاتو په محکمه کې د پروپېګنډې په کار ولګيدو  کال ١٩٤٦ کې یې د ريډيو محکمه کې ملازمت اختيار کړو  نومبر ١٩٥٤ کې د وِلج ايډ محکمه کې د تعلقات عامه افسر شو خو د څه خانګي مشکلاتو په وجه دا ملازمت یې هم پرېښود او دوباره د ريډيو محکمې ته لاړ  

               د اسير صاحب په شاعرۍکې هيڅ شک نشته  ليکن د تنوع او حالاتو سره د پرواز د کمي په  وجه د يو شاعر په حېث هغه شهرت نه لري لکه د مترجم او ډرامه نګار په حیثیت چې پېژندلی شي  

               اسير صاحب په ١٣ نومبر کال ١٩٧٨ وفات شو 

پښتانه ليکوال د هميش خليل

 

 د دويي د تصنيفاتو او ترجمو وغيره تفصيل دا دی : 

د زړه قطرې   شعري مجموعه 

د سپرلي ګل    د قطعاتو مجموعه 

درس عبرت      ډرامه  

درس عمل 

پلوشې     د علامه اقبال د ٫٫ بال جبريل پښتو منظومه ترجمه  

محمد عربي   پښتو ترجمه  

ذکر حبيب     د مرثيو مجموعه   

امير علي ټګ     سوانح   

د ارواښاد اسير صاحب د کلام نمونه هم وګورئ

 

 مرګنومې نظم کې داسې وايي

 

څوک ماشوم د مور په غېږ 

څوک د څو کالو هلک 

څوک راغلی په ځوانۍ کې 

څوک بوډا په ملا کې سک 

چرته ناوې د يو ورځې 

چرته ځوان نن واده کړی 

 

چرته چرته څوک نيم زالې

څوک بوډۍ لاس کې کوتک

اجل وار په وار پوکي ټول 

ورله مات کړي سنګارونه 

 

چې د چا نيټه پوره شي 

په يو دم کې شي حق ټک 

زه اسير درنه قربان شم 

څه عجب دې خدايه کار دی 

جوړه ول او ورانه ول کړې 

څه چې کړې ټول دې اختيار دی 

د غزل يوه نمونه يې په دې ډول ده

 

لکه ړوند هسې روان په رهګذر ځې 

بيا هم څومره په غرور او تکبر ځې 

له هستۍ نه د نيستۍ پله روان یې 

خوښه ستا ده که په لر ځې که په بر ځې 

ځان هښيار که مخکې کندې غرونه ډېر دي 

په لار تلونکيه ته ترې ولې بې خبر ځې 

هسې نه چې چرته ګېر په مصيبت شې 

ګوره څرنګه پرېکړی له رهبر ځې 

ځان سنبال کړه د سفر توښه کړه جوړه 

درنګ ساعت له به په لوې اوږد سفر ځې 

 

چې زيارت له د خپل يار ځې تحفه بويه 

د بازار نه خالي لاس ولې بهر ځې 

د ميلو په شان پېزوان دې پوزه کې دی 

چې د نفس په نغوتو باندې ته اکثر ځې 

يو بل غزل يې هم وګورئ

 

بيا زما د سر سودا ده بها مومي

په نخاس کې ښه قيمت مې شها مومي 

 

دا سېلاب زما د اوښکو نه اودرېږي 

خپله لاره په هر شان له دريا مومي 

 

زه له ډېرې ناچارۍ نه په چغار يم 

خو صياد مې په ژړا په غوغا مومي 

 

په قفس کې زما ياد باغ د بهار وي 

عاشقان د اشنا بوئیں په هوا مومي

 

په قفس کې راته ږدي مړاوي ګلونه 

په دې کله تسلي زړه زما مومي

د اسير صيب ډرامه درس عبرت زيات شهرت لري خو شاعري يې مشهوره نه ده بايد پام ورته وشي