"د افغانستان نومهالي ادبیات"

په سهیلي پښتونخوا کې معاصره پښتو شاعري

ویشنه: پښتو ادبیات

لیکوال: درویش درانی




                                                                                                                         سريزه

 

د پښتو ژبې په ادبياتو کې د سوهيلي پښتونخوا ونډه څومره ده، په دغه لړ کې كه دغي سيمي ته سترګې وراړوو  نو نظر مو ښايي تر ټولو مخکې د كسې پر غره باندي پرېوزي۔ د كسې د غره نوم يوه اورېدونکې ته ټوله سوهيلي پښتونخوا ور يادوي۔ زموږ د معلوم ادب يا شعر ريښه هم د تذكرة الاولياء او پټې  خزانې په روايت تر دغه غره پوري رسيږي۔ زموږ په روايتي شجرو کې قيس عبد الرشيد د پښتنو "جدِ امجد" ښوول شوى دى۔ د دغه روايت په خبره د دغه نيكه درې زامن وو۔ 

كه له دغو لري او تتو غوندي وختونو څخه را نزدې او په تاريخي توګه څرګندي زمانې ته راشو نو دا سيمه د پښتونخوا په هغه برخه کې راتله چې مركز يې كندهار و۔ په دغه ټوله سيمه کې چې به چا ويل ښار ته تللى وم، نو مطلب به يې دا و چې كندهار ته تللى دى۔  كه خبره لږه نور سپينوو نو وبه وايو چې كندهار يو ولايت و او سوهيلي پښتونخوا د دغه ولايت يوه برخه وه۔ د لوى افغانستان د جوړېدو په وخت خو يې دغه ښار پايتخت هم شو، ځكه هر ډول خلګ ورته را مات وو۔ په خاصه توګه بيا عالمان او پوهان زياتره دغسي مركزي ښارونو ته مخه كوي، ولي چې هلته د دوى صلاحيتونه هم  وده كولاى شي او هم ګټه ترې اخستله كېداى شي، په دا نو د سوهيلي پښتونخوا پوهان به هم زياتره كندهار ته تلل او هلته به مېشته كېدل۔ دوى او بيا وروسته د دوى كورنيو د دغه ښار او له هغه سره د تړلي سيمي په علمي، فرهنګي او ادبي شتمنۍ کې اضافه كوله۔ كه يو څو بېلګي راوړل وي نو پېل به يې له ميا صاحب عبد الحکېم څخه را وكړو۔ دغه ستر عابد او لوى عارف، چې په خټه كاكړ و، د هوتكو په دوره کې په كندهار کې مېشته و۔ دغه وخت د بهرني خطر تر څنګ د پښتنو خپلمنځي تربګنۍ دومره زياتي وې، چې هر هغه كس چې يو څه خلك به ورباندي را ټولېداى شول، ته د يوه خطر په سترګه كتل كېدل۔ ميا صاحب ولي چې په خلكو کې ډېر محبوبيت درلود، په دا نو شاه حسين ته دا غوره ښكارېده چې هغه كندهار پرېږدي، ځكه دى د سوهيلي پښتونخوا آخرى سرحد (دوكۍ) ته وكوچېد او هلته يې په (تل) کې واړول۔ اوس يې زيارت هماغلته دى۔

د سوهيلي پښتونخوا او كندهار تر ټولو لويه ګډه ادبي او فرهنګي اثاثه پير محمد كاكړ دى، چې له سوهيلي پښتونخوا څخه دغه ښار ته تللى و۔ د ده ديوان د دواړو غاړو ګډ وياړ دى۔ په ده سم پسې جان محمد كاكړ راځي۔ دغه دېوان لرونكى شاعر كه څه هم په خپل ټاټوبي ږوب کې اوسېده، خو لكه د هغه وخت نو ر ټول عالمان، زدكړي يې د سوهيلي پښتونخوا، كندهار او بنو له لويو عالمانو څخه كړي وې۔ د شاه شجاع د وخت سړى و۔ د دغه باچا نوم بيا بيا يادوي۔ د افرادو تر څنګ د سوهيلي پښتونخوا ډېري داسي كورنۍ هم په دغه ښار کې مېشته شوې وې، چې بيا وروسته يې اولادونو ډېر علمي او فرهنګي خدمتونه كړي دي او كوي يې۔ لكه شمس الدين كاكړ، چې رېشه يې د كاكړو ټاټوبي ته رسيږي۔ د علامه صاحب عبد الحى حبيبي عالمانه كورنۍ هم له همدغه ټاټوبي سره تړاو لري۔ د علامه صاحب عبد الشكور رشاد كورنۍ د ږوب بابړ دي۔ لنډه دا چې سوهيلي پښتونخوا له كندهاره سره ګډ ادبي او كلتوري ميراث لري۔

نه پوهېږم چې دې ته د تاريخ جبر ووايو او كه زموږ د خپلي جغرافيې جبر، چې په خپله مځكه کې چې هر علمي يا فرهنګي بوټى موږ لګولى يا مو يې تخم كرلى دى، هغه ته د حالاتو طوفانونو دومره وخت نه دى وركړى چې په سمه او په پوره توګه را وټوکېږي او تر مېوه وركولو پوري ورسيږي۔ له كندهاره د سوهيلي پښتونخوا د را بېلېدلو په وخت همدغسي وشول۔ امير شېر علي خان په دغه كار لګيا شو، په لږ وخت کې يې څه بوټي ولګول، خو هغه حالاتو نه دې ته پرېښود چې نور بوټي ورپسې ولګوي او نه يې د ده دغو لګولو بوټو ته تر مېوې د رسېدلو دپاره وخت وركړ۔ انګليس د دويم ځل دپاره بيا پر افغانستان باندي يرغل ور وړ، امير د دغه جنګ په دوران کې ومړ او انګرېز و توانېد، چې د ګندمګ د ناروا او نامشروع معاهدې په ذريعه د افغانستان نوره مځكه د ځان په خوا ور وسكڼي۔ د هغو په لاس د دغه را سكښتل شوي مځکې يوه لويه برخه سوهيلي پښتونخوا وه۔ سوهيلي پښتونخوا چې د كوم وجود يو غړى وه، له هغه يې د دې دپاره را پرې كړه چې له يوه بل وجود سره يې پېوند كړي، او دغه پېونداخستلو وخت غوښت۔ په دا نو تر ډېره وخته دا امكان نه و چې د دغه نوي وجود وينه په دغه ورسره پېوند شوي غړي کې په تلو راتلو شي او په علمي او فرهنګي توګه دي څه نوى خوځښت پکې محسوس شي۔

پر سوهيلي پښتونخوا باندي د انګرېزانو له قابض كېدلو (1879ء) څخه بيا د هغو تر وتلو (1947ء) پوري كه موږ نظر اچوو نو يواځي دوه داسي شاعران په نظر راځي چې د دېوان خاوندان دي او دغه دېوانونه يې تر چاپه رسېدلي هم دي۔ لومړى عبد العلي اخوندزاده (1873ء – 1944ء) و چې خپلو مجلسي سندرو په ټول لوى كندهار کې ډېر شهرت وركړى و، خو د دغسي سندرو تر څنګ يې د غزل مردف ديوان هم په ميراث پرېښوو۔ اخوند زاده صاحب په عملي ژوند کې ډېر متحرك انسان و۔ د خلګو د ديني اصلاح او دنيايي ودي او پرمختګ دپاره به يې ډېري هڅي كولې، مګر په شعر کې يې دغسي هيڅ خبره نشته۔ يواځي مينه او ښكلا يې د خپلي شاعرۍ موضوع ګرځولي دي او دويم ديوان لرونكى شاعر ملا عبد السلام اڅكزى (1883ء – 1974ء) د هغه په شعر کې بيا د ښكلو د ميني او خال و خد خبره هډو شته نه۔ ټوله شاعري يې د ژوند دپاره ده۔ كومه مصنوعي كرښه چې فرنګي د افغانستان پر سينه په زور تېره كړې وه، هغې د ده په ذهن کې ځاى نه و نيولى دَ دوى په شعر کې اوس هم كندهار د ده فرهنګي مركز و او دى د هغو هڅو كلك ملاتړى و چې د كابل تاج يې پر داسي يوه سر باندي ايښوول غوښت چې وړ يې واى۔ د دغو دوو شاعرانو، د منځپانګي له مخي، دغه دوې لاري هغه لاري دي چې په دوى پسې د سوهيلي پښتونخوا راغلي شاعران څوك پر يوه او څوك پر دا بله تللي دي يا اوس ورباندي روان دي۔

تر كومه حده چې د شعر و ادب خبره ده، نو له انګرېزانو سره چې كوم نوي ادبي او شعري رجحانات د هند نيمي وچې ته راننوتلي و، هغه د انګرېزانو د وتلو تر وخته لا سوهيلي پښتونخوا ته نه و را رسېدلي۔ نه د شعر مزاج بدل شوى و او نه يې په طرز احساس کې كوم فرق محسوس شوى و، خو سياست خپله بڼه په همدغه دوران کې نوې كړه۔ د شلمي پېړۍ په درېيمه لسيزه کې دوه تنکې ځوانان، چې د يوه نوم عبد الصمد او د بل هغه محمد ايوب و او په قام دواړه حميدزي اڅكزي او د ګلستان اوسېدونکې وو، په دې بوخت شول چې لكه په نور هند کې چې را ټوكېدلى او وده يې كړې وه، دوى د نوي ډول د هماغسي سياست خښته دلته هم كښېږدي او بيا د دغو دوو ځلميو، چې وروسته يو د صمد خان او بل د ايوب خان په نامه په پښتنو کې مشهوره شول، په هڅو نه يواځي دا چې دلته هم د نوي سياست رېشې په غزېدو شوې، بلکې دوى دواړو ټول عمر قلم هم وچلاوه او په علمي مېدان کې يې ډېر څه وكړل۔ عبد الصمد خان بيا وروسته د "خان شهيد" نوم وګاټه۔

انګرېزان چې هند ته راغلل نو د مكتبونو په پرانستلو سره يې د عصري علومو دروازه دې ويړي سيمي ته را خلاصه كړه۔ له همدغي لاري خلك له غربي، په خاصه توګه له انګرېزي ادبه سره اشنا شول۔ د دغه ادب اغېزه پاى پښتو ته هم را ورسېده۔ شمالي پښتونخوا ته ولي چې انګرېز مخکې راغلى او هلته مكتبونه وختي خواره شوي وو او بيا "خدايي خدمتګار غورځنګ" د سياست تر څنګ د نوي تعليم د خورولو او د خپل ادب د غني كولو دپاره ډېر كار كړى و، ځكه نو د هغه ځاى پښتو ادب پر نوې لاره وختي روان شوى و، خو په جنوبي يا سوهيلي پښتونخوا کې د انګرېزانو د وتو تر وخته، لكه مخکې چې وويل شول، لا دغه كار نه و شوى۔ د انګرېزانو له وتو وروسته ورو ورو داسي خلك په پېدا كېدو شول چې نوي زدكړي چا ډېري چا لږي كړي وي، په كوم چا کې چې تخليقي جوهر و او شعر يې وايه، په هغو کې ځاى په ځاى د نويتوب څرګ په تر سترګو كېدو شو۔ همدغه راز صحافت او د خپل فولكلوري ميراث خوندي كولو ته د ځيني ليكوالو ورپام شو۔ داسي په دغو دواړو څانګو کې تر يو حده كار روان شو۔

د پاكستان له جوړېدو پس دلته په دوو دوه نيمو لسيزو کې يو شمېر ليكوال را پورته شول، هغو ادبي او علمي هلي ځلي رواني كړې او رواني يې وساتلې۔ په دغو ليكوالو کې څرګند نومونه د سلطان محمد صابر، سلطان محمد پاني، فضل احمد غازي، ډاكټر خدايداد، كمال خان شېراني، ربنواز مايل، صاحبزاده حميد الله، سيال كاكړ، ابو الخير ځلاند، عبد القدوس دراني، عابد شاه عابد، فاروق سمايلزي او ځينو نورو ليكوالو وو۔ په دغه دور کې اولسي او مجلسي شاعرانو هم خپل كار روان ساتلى و۔ په دغسي شاعرانو کې د عبد الغفور پردېس، محمد رسول فريادي، علاو الدين مجروح (الهامي) او عبد الباري اسير نومونه د يادولو وړ دي۔ دغو څلور واړه شاعرانو خپله شاعري په كتابي بڼه خوندي كړې ده۔

پورته چې دا كوم نومونه ياد شول، په دغو کې سلطان محمد صابر، ربنواز مايل، صاحبزاده حميد الله او ابو الخير ځلاند كه څه هم هر يوه په نثر کې هم ډېر كار كړى دى، خو په لوى سر کې دا هر يو شاعر و۔ د دوى شاعري د زړو شاعرانو له هغې سره توپير لري۔ د نويتوب څرك پکې تر سترګو کېږي۔ په دوى پسې چې كوم نور شاعران مخته راځي، دغه نويتوب لا پسې جوت کېږي۔ د شلمي پېړۍ په اومه، اتمه او نهمه لسيزه کې هم په غزل او هم په نظم کې داسي نوې شاعري مخته راځي چې هم په تاله پوره ده او هم تازګي لري۔ دغسي شاعري چې يې كړې ده په هغو کې د سعيد ګوهر، خير محمد عارف، دروېش دراني، راز محمد راز، عبد الكريم بريالي، سرور سودايي، عمر ګل عسكر، سُهېل جعفر، افضل شوق او محمود اياز نومونه د يادولو وړ دي۔ په دوى ټولو کې چې د شعر ويلو څومره امكانات وو هغه هر يوه ستړي كړي او شاعري يې په كتابي بڼه خوندي شوې ده۔

د شلمي پېړۍ په پاى کې چې كومو شاعرانو د ګلبوټو په شان تېغ وهلى و هغوى لا لګيا دي شعر ليکې۔ د چا كتاب او د چا كتابونه راغلي دي، او څوك په دې لټه دي چې د شعري ټولګي د چاپولو دپاره مالي امكانات برابر كړي۔ په دغسي شاعرانو کې سړى رازق فهيم، عارف تبسم، عصمت درانى، ډاكټر عبد الروف رفيقي، شفيق العالم معذوريار، ډاكټر باقي درانى، خليل باور، كمېل قزلباش، عصمت زهير، نعيم آزاد، حافظ رحمت نيازى، نسيم ايثار، حبيب "س"، باركوال مياخېل، هنرمل كاكړ او ځيني نور يادولاى شي۔

كله چې سړى د ادب په اړه رَى وهي، نو له شاعرۍ وروسته يې افسانوي ادب (Fiction) ته ور پام کېږي۔ په زياتره شرقي ژبو کې لنډه قصه او ناول په نسبي توګه تر شعر كم ليكل شوي دي، په پښتو کې بيا بېخي كم ليكل کېږي۔ كه موږ د سوهيلي پښتونخوا ناول او لنډي قصې ته مخ ور اړوو نو وينو چې ليكونکې يې په شمېر ډېر لږ دي او چې دي په هغو کې هم زياتره شاعران دي چې د خُلې د خوند بدلولو دپاره كله كله لنډه قصه هم وليکې۔ يواځي فاروق سرور داسي ليكوال دى چې كله يې هم شعر نه دى ليكلى۔ پېل يې په لنډه قصه كړى، د لنډي قصې څو ټولګي يې چاپ كړې او يو ناول پرې ورزيات كړى دى۔ نصيب الله سيماب هر څو كه پېل په شاعرۍ كړى و، خو توانايي يې په قصه ليكلو کې ولګوله۔ درې د لنډې قصې ټولګي او يو ناول يې تراوسه چاپ شوي۔ د خليل باور يوه لنډه قصه "خالي فرېم" په انګرېزي ژباړله شوې او آكسفورډ پريس والاوو د خپلو ژباړو په ټولګه کې چاپ كړې ده۔ د ښاغلي دُر محمد كاسي هم يو څو ټولګي چاپ شوې دي همدغه رنګه عبد القادر مجرم هم په دغه ډګر کې كار كړى دى۔ نور نو له ځينو ليكوالو سره ناچاپه لنډي قصې پرتې دي، تراوسه يې وس نه دى رسېدلى چې چاپ يې كړي۔

په تخليقي ادبياتو کې ډرامه هم يو اوچت ځاى لري۔ دا له زرګونو كلونو راهيسي په نړۍ کې ژوندۍ او روانه پاته شوې او لا روانه، بلكې په ډېر زور و شور سره روانه ده۔ په پښتو کې يې تر ټولو مخکې خدايي خدمتګارانو ابتدا وكړه۔ هغو پر سټېج باندي ډېري ښې ډرامې وړاندي كړې او له دغه لاري يې په خلكو کې د ملي شعور د پېدا كولو بريالۍ هڅي وكړې۔ په سوهېلي پښتونخوا کې خو ډرامه كله پر سټېج باندي وړاندي شوې نه ده، البته په كال 1955ء کې چې په كوئټه کې رېډيو سټېشن پرانستل شو نو د رېډيايي ډرامې ابتدا وشوه۔ بيا ټيليويژن ورپسې راغى۔ دا تر خلكو پوري د ډرامې د رسېدلو يوه بله لاره شوه۔ د دغه دوو ادارو دپاره ډېري ډرامې ليكلې شوې دي او ليكلي کېږي۔

په دې سريزه کې چې كومو موضوعاتو ته اشارې وشوې پر دې باندي به په دغه ټوك کې په دې هيله تفصيلي خبري وشي چې د دلچسپي لرونكو دپاره يوه داسي اينداره جوړه شي چې هغوى د سوهېلي پښتونخوا ادبي څهره پکې كتلاى شي۔ خداى پاك دي د دغه كار د ترسره كولو توفيق راكړي۔



                                           


                                                                                          عبد العلي اخوندزاده


 

د ژوند حالات: له كويټي څخه چې د سړك له لاري ږوب ته ځې، ۴۵ ميله مخته د خانوزئي په نامه يو كلى راځي، چې يو ووړ غوندي بازار هم لري، عبد العلي اخوندزاده په همدغه كلي کې زو كړى دى۔ د زوكړي نېټه يې نه ده معلومه خو كال يې ۱۲۸۹ﻫ دى۔ د پلار نوم يې عبد الخالق اخوندزاده دى۔ دى لا كوشنى و چې هغه وفات شو او د ده روزنه د ده د اكا (تره) ملا عبد القادر اخوندزاده په ذمه شوه۔ هغه ده ته ابتدائي تعليم پخپله په خپل كور کې وركړ۔ كله چې دى د دې وړ شو چې په خپلو ديني زدكړو پسې له كوره اوزي، نو كندهار ته ولاړ۔ هغه وخت د ديني زدكړو دپاره د نن په شان هر ځاى مدرسې نه وې۔ طالبانو به په جماتونو کې له استادانو زدكړي كولې۔ په كوم جمات کې چې به لوى عالم او ښه استاد و، د هغه به شاګردان هم ډېر وو۔ اخوندزاده صاحب هم په كندهار کې له عالمانو څخه دغسي زدكړي پېل كړې۔ هلته چې يې څومره زدكړه كولاى شوه، هغه يې وكړه۔ بېرته چې را غبرګ شو نو په خپله سيمه کې يې د بوستان په نامه يو ځاى دى، هلته له ښه مرغه دوو داسي عالمانو درس وركاوه چې خپلي وروستۍ زدكړي يې په هند کې پاى ته رسولې وې۔ دى د دغو دوو عالمانو، چې د يوه نوم مولوي محمد صديق او د بل هغه مولوي دوست محمد و، د درس په حلقه کې شامل شو او همدلته يې زدكړي پاى ته ورسولې او د فضيلت دستار يې وتاړه۔

اخوندزاده صاحب چې د خپل ديوان په سر کې كومي ډېري لنډي خبري ليكلي دي، په هغو کې يې خپله لنډه غوندي شجره هم وركړې ده۔ په دغه شجره کې د ده نيكونه څو پښته ملايان تېر شوي دي۔ تر ملايانو چې ور پورته شې بيا ملكان او خانان پېل شي۔ مطلب دا چې دى هم د ملايانو او هم د قامي مشرانو وارث و او ده دغه غبرګ وراثت په ډېره ښه توګه خوندي ساتلى و۔ هم يې د ملايانو په مجلسونو کې غږ تر هر چا اوچت و او هم د قامي مخورو په غونډو ورګډ او د هغو په پرېكړو کې به يې ونډه وه لكه نور ملايان ده هم امامت كړى و، خو كرونده يې هم كوله۔ ډېر وخت يې طبابت كاوه۔ د كويټي په مسجد روډ کې يې "مطب" و۔ په ۱۹۳۰ء (۱۳۴۹ﻫ) كال کې د هغه وخت د قلات رياست، چې خان يې په دغو شپو کې مير اعظم خان و، د معارف وزير شو۔ پر دغه عهده باندي يې دوه درې كاله كار وكړ، بيا بېرته خپل كلي ته راغى۔

لكه وړاندي چې وويل شول چې اخوندزاده صاحب هم ملا او هم ملك و، له دغو دواړو لارو يې د ټولني اصلاح او وده غوښته او په دغه لړ کې يې هڅي كولې۔ دا د ده د هڅو بركت و چې په ۱۹۰۹ء كال کې په خانوزيو کې ابتدايي مكتب پرانستل شو۔ دا د همدغه مكتب ګټه وه چې خانوزي په سوهېلي پښتونخوا کې د تعليم په لحاظ تر ټولو مخته كلى شو۔ په خانوزيو کې د اخوندزاده صاحب په كوښښ يو بل كار هم وشو او هغه دا چې د باران اوبو ته يو مضبوط بند جوړ شو چې كر او كروندې ته يې ډېره ګټه ورسېده۔ خو دغه هرڅه پر خپل ځاى، د اخوندزاده صاحب د شخصيت تر ټولو مهم اړخ دا و چې هغه شاعر و او په سوهېلي پښتونخوا کې د خپل وخت له دوو مهمو شاعرانو څخه يو و۔ زموږ يې له همدغه اړخ سره كار دى۔

اخوندزاده صاحب خپل شعري ديوان پخپله په ۱۳۴۰ﻫ كال کې هغه وخت مرتب كړى و چې دى د سري لنكا په كولمبو ښار کې و۔ سري لنكا ته هغه وخت پښتنو سيلون او كولمبو ته كوړم ويل۔ د ديوان په سر کې چې يې په دوه مخه کې كومي ډېري لنډي خبري ليكلي دي، هغه به هم مخته راشي۔ دلته به خبره داسي پسې اوږده كړو چې په دغه ديوان کې د ده د ځوانۍ شاعري ده۔ د دېوان له مرتب كولو وروسته دى څلرويشت كاله نور ژوندى و۔ په دغه دوران کې يې و نه كړاى شول چې دېوان چاپ كړي۔ د ۱۳۶۴ﻫ كال د شوال د مياشتي په شپاړسمه دى وفات شو او دېوان يې تر ۱۹۹۲ء كال پوري چاپ ته په انتظار پاته شو۔ په دغه كال د كويټي پښتو اكېډمۍ بلوچستان په احمديه پريس كراچې کې چاپ كړ او كومي لنډي خبري چې اخوندزاده صاحب پر خپل دغه دېوان باندي ليكلي وې هغه داسي دي:

"زما غزلونه د دېوان، چې له ډېره عمره هر چېري په عالم کې ځله خواره وو او هيچا نه وو يو ځاى كړي، ملا عبد الوهاب مرحوم چې څه سره ټول كړي وو، هغه پس د ده له مرګه سره ورك سوه او له ما څخه ډېرو خلګو د چاپولو دپاره زما د دېوان غوښتنه وكړه، په سبب د نه موندلو دواړه غزلونو، ما همېشه په خبرو کې ټال اچاوه، مګر بيا هم په وجه د ضرورت، هغه چې د چا ياد وو، يا له ما څخه د ځينو غزلونو مسوده وه، هغه اوس په دې کې د رب په كومك سره ټولوم چې په راتلونکې زمانې کې پېلامه د يادولو زما شي۔ ولي چې انسان د نامه د پاتېدلو زيات تږى او دُعا ته د هر چا وږى دى، نو شايد مهربانان بعد له اورېدلو د سوز د غزلو له شوقمنده زړه دُعا د خېر را پسې وكړي، ولي چې موږ يې د نورو ته كوو۔ بس"۔

په تاريخ د دوولسمي روژې ۱۳۴۰ﻫ په ملك د سيلون په ښار د كوړم په مسجد د كمپنۍ توري کې۔ ورځ د يك شنبې په قلم خپل د عبد العلي پښتون (كاكړ سنټيا، هارون خېل، فانى زى، خانوزى، عالمزى) زوى د ملا عبد الخالق اخوندزاده، هغه زوى  د ملا عبد الرحمٰن اخوند زاده، هغه زوى د ملا حقداد اخوند زاده، هغه زوى د ملا اطول اخوندزاده، هغه زوى د ملا قلندر اخوند زاده، هغه زوى د ملا محمود اخوند زاده، هغه زوى د ملك عالم خان، هغه زوى د ملك داد حق خان، هغه زوى د خان خان (چې قييله يې خانوزئي ده)، هغه زوى د مسمٰى فاني چې نهايت لوى شېخ فاني فى الله و او نوم يې عبد الله و۔

 

د عبد العلي اخوندزاده شاعري

 

عبد العلي اخوندزاده چې په كومه زمانه کې شاعري پېل كړه هغه وخت د مجلسي شاعرۍ زيات زور و۔ سازونه ډېر كم وو۔ له ټيم او دريه (تنبل) سره به سندر غاړو سندري ويلې۔ د سندرو ويلو دغه انداز ته په سوهېلي پښتونخوا کې "بنډار" ويل كېدل۔ د ده سندري هم په بنډارو کې ويلي كېدې او ډېري مشهوره وې۔ موږ چې هلكان وو، هغه وخت يې يوه سندره، چې د غزل په فورم کې وه، ما ډېره د سندر غاړو له خُلې اورېدلې وه۔ تاسي يې هم دا يو څو بېټه ولولئ:

 

يار درومي او زه نه مرم،  هر ګوره بېوفا يم
 تر كاڼي په زړه سخت يم، تر اوسپنه بالا يم
 
 

زخمي مي د زړه سر دى، خداى زما په حال خبر دى
 عالم به په ژړا شي، پټ غم كه ورته وايم
 
 

ژوندون په محبت کې، ټول دى په مشقت کې
 د ورځي بې آرام يم، په شپه کې په ژړا يم
 
 

زارۍ كوم و تا ته، سم وګوره و ما ته
 تر خُله دي صدقه شم، تر سترګو دي فدا يم
 
 

ستا مخ د شمعي رنګ دى، عبد العلي پتنګ دى
 بې توانه يم له لري، نژدې نه درته پا يم
 
 

پخوا به لكه څنګه چې له پيرانو سره په ساده او خوش عقيده اولس کې د بزرګۍ او ډول ډول كرامتونو ډېري قصې تړلي وې، دغه رنګه خبري به د شاعرانو په باره کې هم كېدې۔ د پيرانو كرامتونه به خلګو په سترګو نه ليدل، تش به يې په قصو کې اورېدل، خو د شاعر كرامت به يې مخته و۔ خلګ به دې ته حېران وو چې دى دا شعرونه څنګه جوړوي، چې موږ يې نه شو جوړولاى۔ دغي اولسي تلوسې له هر شاعره سره هم يوه يا بله قصه تړلې وه۔ د چا په اړه به ويل كېدل چې د نبي عليه السلام مبارکې سترګې يې په خوب ليدلي وې، چې را پاڅېد نو شعر يې خلاص شو۔ زياتره به پر يوه يا بل ښكلي باندي مئين كېدل د شاعر د شاعر كېدو سبب بيانېده۔ دغسي خبري د عبد العلي اخوندزاده په باره کې هم مشهوري وې۔ مولانا محمد عمر له ديوبنده فارغ يو ديني عالم و۔ و خو د كندهار مګر مدرسه يې په ځواني کې د بلوچستان مستونګ ته نزدې په پړينګ آباد کې جوړه كړې او دى همدغلته اباد شوى و۔ د پښتو اكېډمۍ بلوچستان غړى و۔ هغه به ويل چې: "ما يو وخت له اخوندزاده صاحب څخه وپوښتل چې دا خلګ وايي چې د ده شعر پر يو چا باندي له مين كېدو سره سم خلاص شو۔ اوس د هغه په عشق کې دا شعرونه وايي۔ هغه راته ويل، هلكه عمره! ستا په خيال عبد العلي داسي يو سړى دى چې ټول عمر به د يوه ښكلي د عشق سندري وايي۔ ما دا شاعري ځكه كوله چې طالبانو به په بنډارونو کې چپه و راسته بدلي ويلې، ما ويل چې وايي يې نو يو څه سمي بدلي خو دي ووايي۔ دا شاعري مي د همدغه دپاره كوله"۔

عبد العلي اخوندزاده چې په هر نيت شاعري كوله، خو دا رښتيا دي چې د سندرو محفلونو ته يې سمه او په تاله پوره شاعري ورننه ايسته۔ زياتره سندري يې هم د غزل په فورم کې دي۔ ځكه د نورو اولسي شاعرانو د شاعرۍ برعكس د ده له شاعرۍ يو مردف ديوان مرتب شوى دى۔ ده نه يواځي دا چې سندره غزل ته را نزدې كړه بلکې ښې غزلي يې هم وليكلې۔ د يوې غزلي يو څو شعرونه يې د نمونې په توګه وګورئ:

 

چې خجل ورته قمر دى هغه دَى دى
 چې يې مخ روښان تر لمر دى هغه دَى دى
 چې په لږ څه پخلا کېږي هغه زه يم
 چې په نه څه مرور دى هغه دى دى
 چې د ټول عالم بېدل دى هغه زه يم
 چې د درست جهان دلبر دى هغه دى دى
 چې د ده د سترګو خار دى هغه زه يم
 چې زما نور البصر دى هغه دى دى
 چې وفا يې د زړه ميان دى هغه زه يم
 چې جفا يې د زړه سر دى هغه دى دى
 چې و پله ته يې سجده كړي هغه زه يم
 چې پسې زما په سر دى هغه دى دى
 چې جار جار ورته وايي عبد العلي دى
 په وچ وير چې ورته سر دى هغه دى دى
 
 

هر څو كه په اولس کې هغه وخت روانه دغه خبره سمه نه وه چې: "عبد العلي اخوندزاده پر كوم ښكلي مين شوى و او بيا يې ټول عمر د هغه په عشق کې شاعري كوله" خو شاعري چې يې سړى ګوري نو داسي ورته ښكاري لكه دغه خبره چې سمه وي۔ د ده شاعرۍ ته كه غوږ شې نو داسي به درته و برېښي لكه هغه چې هم د حال په ژبه هماغه خبره لګيا وي تكراروي چې په اولس کې هغه وخت روانه وه، ولي چې دا وچ په وچه عشقيه شاعري ده۔ نور پکې څه نه تر سترګو کېږي۔ په عملي ژوند کې دى يو ويښ او سترګور عالم و چې د ټولني ټولو ناوړه دودونو او اوهامو ته يې پام و او په ښكاره او په كلكه يې غندل، بل طرف ته دې ته هم ځير و چې د فرنګي په ضد د را پورته شوي غورځنګ لمن تر سوهېلي پښتونخوا پوري را رسېدلې وه۔ په ۱۹۳۱ء كال کې چې عبد الصمد خان اڅكزى په كويټه کې بندي و نو يوه ورځ يې له جېله د لاټ بنګلې ته په داسي حال کې روان كړى و چې ځيني خپلوان يې د ليدو دپاره د لاري څنګ ته ورته ولاړ وو۔ په هغو کې ځينو ژړل هم۔ دى ليکې چې: "لږ دم پس د شا له خوا په يوه ټانګه کې ملا عبد العلي كاكړ راغى۔ په تګ تګ کې يې سلام وكړ۔ وې خداى به خېر كړي۔ خو هغه ډېر بد ژړل او اوښکې يې بهېدې" (زما ژوند او ژوندون، دويم ټوك، لومړى چاپ ۲۲۰ مخ)"۔ په عمل کې د قام پر خُوږو دغه تويېدونکې اوښکې يې په شعر کې يواځي او يواځي د ښكلو دپاره تويېدې۔ د ښكلو دپاره ويل شوي د غزل دغسي يو څو بېتونه يې وګورئ:

 

* ما كړې سترګې په ګمان د اوښكو پاکې
 خبر نه وم چې مي كسي دي تڼا کې
 د زړه زخم به ښكاره نه كړم و يار ته
 نه چې دى كړي په افسوس ورغوي ټاکې
 زهره چاودى نه يكړ عبد العلي دى
 پسې ګرځي شاپېرۍ هم سينه چاکې
 
 

* جادو په تورو سترګو، شيرين په لبو قنده!
 سم نه ګورې و چا ته، ځان خوښه خود پسنده!
 بېځانه لكه نى يم، هر ځاى په داغ سورى يم
 نارې سورې مي خيژي، بې تا له بنده بنده
 عبد العلي زړه غونډ كړه، لږ پوست د سترګو پنډ كړه
 ورغورځه مه شرمېږه، يار نيسه له مړونده
 
 
 

*  كه مي سر په محبت کې د دلبر ولاړ
 په پوﻫ نه شوم چې وېښته وو كه مي سر ولاړ
 تللى زړه كه مي بايلوو د يار پر شونډو
 د سر قند پر بار (اشنا) د مچ وزر ولاړ
 پر يوه چم)۱( مي روزي نه شوې دلداره!
كه مي سر درباندي بايلوو كه مي زر ولاړ
 
 

دا خو مو مخکې ويلي وو چې اخوندزاده صاحب د ناوړه دودونو او توهماتو په ضد ټول عمر لګيا و هيلي ځلي يې كولې۔ په دغه لړ کې يې د هغو تش په نامه پيرانو، چې پر ساده اولس باندي به يې خپل دمونه او تعويزونه خرڅول، خلاف هم كار روان ساتلى و۔ په دا به ځينو خلګو دى له هغو خلګو څخه باله چې تصوف نه مني، خو د ده په كلام کې دا اشاره شته چې ده نه يواځي دا چې تصوف ما نه، بلکې د وحدة الوجود تر حده يې مانه۔ البته په دغه لړ کې دې ته تيار نه و چې د چا مريد شي او د هغه په مرسته تر منزله ځان ورسوي۔ ده غوښتل چې دغه لاره هم د خپل مجازي محبوب په مرسته ووهي او وايي:

 

پُل د حقيقت دى بد يې مه بولئ مجاز
 ښه به يې انجام وي كه يې بد نه كړې آغاز
 
 

مخ دي آيينه دى د رب نور به پکې ګورم
 تل مي په نظر کې له خالقه سره راز
 
 

څاڅكى ورته وايي چې جدا وي له دريابه
 ګډ چې په درياب شي بيا يې نه شي امتياز
 
 

موږ د پښتو شاعرانو دېوانو ته ګورو نو كوم بحرونه چې پکې كارول شوي دي، د هغو ټولو ركنونه څلور سېلابيز دي۔ په پښتو کې له درې سېلابيز ركنونو جوړ بحرونه هم شته، خو په هغو کې هر څو كه سندري ډېري جوړي شوي او لا پکې جوړيږي، غزلي، تر څو چې ما ته معلومه ده، چا نه دي پکې ليكلي۔ اخوندزاده صاحب ولي چې سندره غزل ته را نزدې كړه او خپل د غزل دېوان ته يې را ننه ايسته، نو له دې سره يې دېوان ته د يوه درې سېلابيز بحر يو ښاخ هم را ننووت۔ دا ښاخ درې ركنه پوره او يو نيمګړى ركن لري۔ خج يې د ركن پر درېيم سېلاب باندي راځي۔ د يوې غزلي څو بېتونه يې په دغه بحر کې هم وګورئ:

 

پري رو بيا مي مينه پر تا شي
 ګوره دا مي په ځان څه بلا شي
 ما په څه ګرموې ګلعذاره
 صبر و توان له ښه مخه د چا شي
 چې بوسه دي له سرو شونډو واخلم
 ستا له سترګو مي ډېره حيا شي
 خيال مي و چې به حال د زړه وايم
 پر خُله راشي ترې جوړه ژړا شي
 
 

د بحر خبره راغله نو دا به هم ووايم چې د اخوندزاده صاحب په دېوان کې د عربي عروضو په يوه بحر کې ليكلې شوې يوه غزل هم شته۔ كېداى شي بله هم وي، خو زما دې يوې ته ورپام شو۔ دا بحر دى:

 

مفاعيلن مفاعيلن مفاعيلن مفاعيلن

 

د نمونې په توګه زه له دغي غزلي څخه درې بېتونه را اخلم:

 

* عجب راځي له دې دهره، په هر ساعت ستم پر ما
 نه كړې را باندي زړسوى ته، كه هر څو راشي غم پر ما
 
 

           كه شم فاني له دې دنيا، په ګورستان مي شي اعضا
 دويم ژوندون به كړم پېدا، كه راشي خپل صنم پر ما
 
 

          كوي عبد العلي هر دم، له دلداره ګِله پر څه؟
 رقم ظلم و جفاكش كړ، پخوا لوح و قلم پر ما
 
 

د عبد العلي اخوندزاده د غزل ډېري نمونې مو وكتې، دا مو هم وليدل چې د ده شاعري تر ځان او جانان ګرځي راګرځي۔ دلته به يې يوه داسي غزل هم وګورو چې يوه ډېره لويه او آفاقي موضوع يې پکې څېړلې او په يوه ګرانه مځكه کې يې ډېره اسانه او ښكلې غزل ويلېده:

 

كه د ناز پر محمل وړ شي، عاقبت په خاورو خړ شي
 نه خلاصيږي له اجله، كه په لوړ شي كه په ځوړ شي
 كه په عقل افلاطون شي، د قضا په واري پړ شي
 كه په سل حجابه پټ شي، له مماته كله زغړ)۱ (شي
د مرګي علاج چې ګورې، نه په سوك نه په لوړ شي
نه په دعا)۲(  نه په دوا شي، چې نوشت شي هغه كړ شي
دا جهان آكل ماكول دي، چې موجود شي واړه نغړ شي
چې ګنډلې په تدبير وي، د تقدير له لاسه سپړ شي
كه اطلس وي كه كمخواب وي، آخر كار د بس) ۳ ( ګو دړ)۴  (شي
چې اجل ياد كړم په اوښكو، مي يو دم ګرېوان چوكړ شي
هى عبد العلي افسوس دى، چې دي خوښ وي هغه مړ شي
 
 

په پاى کې به دا هم ووايو چې اخوندزاده صاحب د فارسي شاعري هم كړې ده۔ د دېوان په پاى کې يې ښه ډېر فارسي كلام هم وركړى دى۔ دلته به د نمونې په توګه يوه غزل ترې را واخلو۔ دا غزل هم له هماغه آفاقي موضوع څخه غږيږي چې د پښتو په تېره غزل کې يې ذكر راغلى و، يعني زوال او فنا:

 

اين جا بحز مصيبت و رنج و ملال نيست
 اين جا كمال نيست كه آن را زوال نيست
 اين گفت و جان سپرد كہ سقراط ميگزشت
 دنيا مقام عزتِ اهلِ كمال نيست
 بلبل چہ خوش لطيفہ بگل گفت درچمن
 فرصت شمار وقت، دوامى وصال نيست
 از عمرِ خود فريب مخور زانكہ چون شرر
 يك چشم پر زدن بحيات مجال نيست
 عبدالعلى مخواه دوامِ ثبات دہر
 در دهر لايزال بجُز ذوالجلال نيست
 




                                                                                  ملا عبد السلام اڅكزى


 

د ژوند حالات:۔  ملا عبد السلام اخوند (۱۸۸۳ء – ۱۹۷۴ء) په خټه اڅكزى او په اڅكزو کې اشېزى دى۔ مخکې په ادبي كړيو کې په عبد السلام اشېزي يادېده او په ليكنو کې يې زياتره همدغه نوم راته۔ اوس يې دېوان د ملا عبد السلام اڅكزي په نامه چاپيږي۔ همدغه نوم يې پكار ده پسې ټينګ شي۔

زموږ د زياترو شاعرانو د زوكړي د نېټې يا كال درك نه لګيږي۔ دغه شى څېړونكو ته سر خوږى جوړوي۔ ملا صاحب دا يو لوى كار كړى دى چې د خپل ژوند په اړه يې ابتدايي معلومات په خپل كلام کې خوندي كړي دي۔ اوس په دې کې هيڅ شك نشته چې دى په ۱۳۰۰ﻫ ق كال کې زېږېدلى دى، هر څو كه يې نېټه بيا هم نشته :

           

په زر درې سوه هجري سنه پېدا يم
 اوس اته اويا له ورسېدم دا يم
 
 

د ملا صاحب كورنۍ يوه علمي كورنۍ وه۔ له ډېره وخته پښت په پښت ملايي پکې را روانه پاته شوې وه۔ پلار يې ملا حبش نومېده، خپلي لومړنۍ زدكړي يې له هغه كړي وې۔ بيا نو هغه وخت په سيمه کې څه مدرسه مدرسه خو نه وه، د كندهار او پښين په لويو جماتونو کې چې به كوم لوى لوى ملايان وو، طالبانو به زدكړي له هغو كولې۔ ده هم د كندهار او پښين پر لويو عالمانو باندي په بېلا بېلو ځايونو کې سبق ويلى او خپل ديني تعليم يې بشپړ كړى و۔ بيا د ګلستان په عنايت الله كارېز کې د څه وخت دپاره په درس و تدريس بوخت پاته شوى و۔ په ۱۳۳۶ﻫ ق كال کې بېرته خپل اصلي ټاټوبي ته راغلى او تر مرګه يې همدغلته ژوند كړى دى۔ ده چې چرته كور جوړ كړ، هغه ځاى ته ښاخه وايي۔ د ده په كلام کې دا نوم هم ډېر ځله راغلى دى۔ دا د كوږك په غره کې يوه دره ده۔ دى د ځان او د خپل دغه كور پېژندګلوي داسي كوي:

 

په ښاخه دره کې مېشت عبد السلامه!
 كوږك مېنه، سوسن بوټى د اڅك يم
 
 

له زياتره شاعرانو څخه چې د شاعرۍ پوښتنه شوې ده چې كله يې پېل كړې ده نو هغو خپل د هلكوالي وخت ورياد كړى دى، خو ملا صاحب شاعري په لويني پېل كړې وه۔ دى په يوه غزل کې وايي چې په ۱۳۴۷ﻫ ق کې مي خپل ناروغه زوى د درملني دپاره كوټي ته وړى و، هلته د كابل له تخته د امان الله خان غازي د لري كېدو خبره ګرمه وه۔ دې خبري پر ما دا اغېزه وكړه چې په شعر مي پېل وكړ او د هغه يو څو سكښتي خښتي مي كښېښودې۔ په هماغه ماښام يو شى ترې جوړ شو۔ له دغي ورځي پس بيا قابو نيمه پېړۍ ده شاعري روانه وساتله، او درې كتابه يې په ميراث کې پښتو ته پرېښودل۔

ملا صاحب خپله شاعري په لومړي ځل په ۱۳۵۳ﻫ ق كال کې "د سوسن چمن" په نامه د ديوان په بڼه چاپ كړه، خو په هغه کې ولي چې پر فرنګي باندي سخت ګوزارونه شوي وو، په دا نو هغو دغه كتاب اور ته واچاوه او دى يې بندي كړ۔ اولس د ده پر ننګه ودرېد او د فرنګي مخته په احتجاج راوَووت۔ فرنګي دى خو آزاد كړ، مګر د ده د ډېرو هڅو باوجود يې بيا د دغه كتاب د چاپولو اجازه ور نه كړه۔ دا بيا د پاكستان له جوړېدو پس د ايوب خان په دور کې د كوټي د هغه وخت كمشنر ښاغلي انور عادل آزاد كړ او ده په ۱۳۵۳ﻫ ق كال کې سره له نورو زياتونو چاپ كړ۔ ځكه په دغه چاپ کې د ايوب خان په ستاينه کې هم څو بېتونه شته۔

د ملا صاحب دوه نور كتابونه هم شته، چې دواړه د مثنوي په لنډ بحر کې چاپ شوي دي۔ لومړى يې فقهي مسائل دي چې په لومړي ځل په كوټه کې په ۱۳۵۳ﻫ ق کې په عزيز پريس کې چاپ شوى، او ضخامت يې ۸۲۴ مخه دى۔ بل كتاب يې بيا د "زردانه دُر" په نامه زر سياسي غوندي بيتونه دي۔ په ۲۰۰۲ء كال په كوټه کې چاپ شوى دى۔ خو د ده د شاعري اصل كتاب "سوسن چمن" دى۔ پر دغه كتاب مخته په تفصيل سره غږېږو۔

ملا صاحب د ۱۹۷۴ء كال د جنوري د مياشتي په ۲۶مه نېټه په ښاخه کې وفات شو او همدغلته د پډې په هديره کې خاورو ته وسپارل شو۔ الله پاك دي ښه ورسره وكړي۔ آمين۔

 

سوسن چمن

                     

(د ملا عبد السلام اڅكزي ديوان)

 

ملا عبد السلام اڅكزي چې د شعر په ويلو پېل كاوه، هغه وخت يې په شا و خوا کې مجلسي شاعري روانه وه، شاعرانو بنډاري سندري ليكلې او سندر غاړو به په مجلسونو کې د ټيم، دريه او تالۍ يا لګن سره ويلې۔ د ملا صاحب لويي په دې کې ده چې په دا هسي چاپېريال کې يې ځان له خپله او له هر چا بېله لاره غوره كړه۔ د غزل په فورم کې يې شاعري وكړه او د "سوسن چمن" په نامه يې دېوان ترې جوړ كړ۔ بله دا چې يواځي د خوند دپاره د شعر ويلو پر ځاى يې ټول عمر د ژوند دپاره شاعري وكړه او خپل ملي ارمانونه او ټولنيز ارزښتونه يې پکې ځاى كړل۔

ملا صاحب په خټه اڅكزى او په اڅكزو کې مېشته و۔ د اڅكزو ټاټوبى د كندهار او پښين تر منځ پروت دى۔ د دغي سيمي ژبه مزاج، راكړه وركړه، راشه درشه او ناسته ولاړه ټول خپل يو بېل رنګ لري۔ له تصنع څخه پاك شډل بډل چاپېريال، له سپين زړي توبه سره ملګرې كرختګي او له دوه مخيتوبه پاك لواړ مزاج د دغي ټولني هغه ځانګړني دي چې د ملا صاحب د شاعرۍ په خمير اخښلي دي۔ د ملا صاحب شعري نړۍ ته چې ورګډ شې نو داسي به درته ښكاره شي لكه د اڅكزو سيمي ته چې ورننوتلى يې۔ مطلب دا چې دغه شاعري د ده له خپله مزاجه او د ده له خپلي خاوري زېږېدلې او د بل هر چا له اغېزه پاكه ده۔ دا شاعري چې سړى ګوري نو د انځر هغه ونه يا د انګور هغه تاك ورياديږي چې د غره له يوې پرښي پخپله را ټوكېدلى او په خودرَو ډول تر مېوې رسېدلې وي۔

ملا عبد السلام اخوند د چمن اوسېدونكى و او په چمن کې دوه داسي شيان شته چې زما په خيال تر هرڅه د مخه د يادولو وړ دي۔ په دغه دوو شيانو کې لومړى د كوږك تر پلن غره د انګرېزانو په لاس ايستل شوى پنځه کېلو متره اوږد ټنډېل (سورنګ) او دويم د ملا صاحب ديوان "سوسن چمن" دى۔ په سوسن چمن کې د پراته زور اندازه له دې څخه په ښه توګه لګېداى شي چې له چا په له راوتو سره سم (۱۳۵۳ﻫ) انګرېزانو په اور سېځلى او شاعر يې ويلي وو چې:

         

فرنګي سوسن چمن په اور کې واچاو
 پر ما هم د ابراهيم مصيبت راغى
 
 

د كوږك تنډېل (Tunnel) انګرېزانو جوړ كړى او سوسن چمن هغو اور ته اچولى و۔ ټنډېل چې يې جوړاوه نو موخه يې دا وه چې د رېل پټرۍ يا د رېل خط تر دغه سوري چمن ته وروباسي، ولي چې دا دوى خپل مرام ته د رسېدو وسيله ګڼله خو سوسن چمن سېځل دا څرګندوي چې د هغو په خيال دا د دوى د لاري خنډ يا د خنډ جوړېدو پېلامه ګرځېداى شو۔ په دې خو موږ پوهېږو چې د رېل خط د انګرېزانو هغه غشى و چې تر كومه مځكه به يې ويوست، هغه به د دوى په واكمني پوري وګنډله شوه۔ له كلكتې را خلاص شوى دغه غشى چې د افغانستان په وجود کې روان تر كوږك را ورسېد نو څوكه چې يې تر دغه پلن غره څومره په زور ووته، د هغه له درده امير عبد الرحمٰن خان چېغه كړه چې دا د كوږك په غره ټنډېل نه دى ننوتلى، زما په لړمانه خنجر ننووت او دغه خنجر د هر افغان په لړمانه کې ښخ پاته شو۔ ملا عبد السلام بيا هغه حساس افغان و، چې نه يواځي دا چې د دغه خنجر درد يې محسوساوه، بلكې سهار و ماښام يې هغه په خپلو سترګو ليد هم، ولي چې دى د كوږك اوسېدونكى و۔ په سوسن چمن کې چې كومه شاعري پرته ده، هغه له دغه درده زېږېدلې ده:

 

ما لا هلته د قرآن کېهي منله
 تر كوږك ناممكن غره و ووت ټنډېل
 
 

هر څو كه په دغه ديوان کې د انګرېز او د هغه د تالۍ څټو جاسوسانو څهره ډېره ښه انځور شوې ده، خو د كتاب د منځ ټكى غازي امان الله خان دى۔ لكه څنګه چې شمس تبرېز د مولانا جلال الدين رومي پر ذهن باندي را خور او د هغه د ديوان روح دى، دغه رنګه شاه امان الله خان هم د سوسن چمن روح دى۔ موږ ويلاى شو چې دا ټول كتاب د هغه په باره کې دى او دغه خبره پخپله ملا صاحب هم كوي:

 

پر غازي امان الله عبد السلامه!
 كتاب نه دى كښلى بل شاعر بې تا
 
 

له غازي امان الله خانه سره په خپل وخت کې بې شمېره خلكو بې كچه مينه درلوده۔ ملا صاحب هم كه داسي ورباندي مين و، نو دا څه د حېرت خبره نه ده، خو ده چې هغه څنګه د خپلي شاعرۍ روح ګرځولى دى په دغه لړ کې ځيني خلك په دې کې شك لري چې دا كار به د ده د شاعرۍ په خېر وي۔ هغوى وايي چې ژوندۍ شاعري، د يوه اولس تلپاتې معنوي پنګه وي او د بل هر ژوندي شي په شان په خپل روح ژوندۍ پاته کېږي، چې روح يې پورته شي نو مري۔ په دا نو يو فاني انسان د هغې روح ګرځول، د هغې د ژوند د را لنډولو معنا لري۔ هغوى دې ته ګوته نيسي، چې امان الله خان سره له ډېر ستروالي، يو فاني انسان و، ترڅو چې يې وس رسېدى، نو د خپلي خاوري او خپل ملت د خپلواكۍ، سوكالۍ او سرلوړۍ دپاره يې هڅي او هلي ځلي رواني وساتلې، خو چې وس يې پاته نه شو نو اول يې دغه هڅي او هلي ځلي په ټپه ودرېدې او بيا يې په پردي وطن کې له فاني جهانه سترګې پټې  كړې۔ اوس كه يې هر څو موږ رابولو او خلك يې ملاتړ ته هڅوو، هغه نه راتلاى او نه يو لارښود جوړېداى شي۔ په دا نو اورېدونکې يا لوستونکې ته د ملا صاحب شاعري تر وخت تېره غوندي ښكاري۔

په دې کې شك نشته چې د ملا صاحب د شاعرۍ ځيني لوستونکې به پورتنى دليل پر ځاى بولي او د ده شاعري به تر وخت تېره ورته ښكاري خو په شاعري کې لغوي معنا ته ډېر كم كتل کېږي۔ دلته ژبه استعاراتي او بيا بيا كارېدونکې ټکې علامتي يا سيمبوليكه بڼه لري۔ د شاهين او شهباز ستاينه زياتره د سړي پام داسي سترو وګړو ته اړوي چې ډېره خودداري، بلند فكر، ژور نظر او په خپلو مټو ټينګ باور لري۔ د ملا صاحب شاعري هم چې د ښه ذوق څښتن او ملي درد لرونكى يو لوستونكى لولي نو هغه چې كومه معنا د خوشحال او اقبال په شهباز يا شاهين کې ويني، په سوسن چمن کې به د غازي امان الله خان له نامه څخه هماغه مطلب اخلي۔

امان الله خان هر څو كه يو فاني انسان و، د هغه موخه او مرام فاني نه وو۔ د هغه مقصد د خپلي خاوري، خپلواکې او د خپل اولس سوكالي وه۔ دغه مقصد ته د رسېدو ټينګه اراده او پر خپلو مټو او خپل اولس باندي ټينګ باور په اصل کې هغه معنوي امان الله خان و چې د سوسن چمن روح دى۔ ظاهري او فاني امان الله خان هر څو كه له دنيا سترګې پټې  كړې او بيا زموږ مرستي ته راتلونكى نه دى، خو دغه معنوي امان الله خان به كله په يوه او كله په بل وجود کې زموږ په مرسته ولاړ وي۔ د كومي كلکې ارادې او د كوم ټينګ باور خبره چې پورته وشوه، هغه په هر افغان لارښود کې چې وي، هغه د سوسن چمن امان الله خان دى۔ د ملا صاحب ارمان په اصل کې د خپل وطن له زړه څخه هغه غشى استل و، چې په زور يې فرنګي د دغه وطن يوه لويه برخه لاندي كړې او بله يې په خپلو غرونو کې دننه داسي كلابنده كړې وه چې له نوري نړۍ سره يې نه راكړه وركړه كولاى شوه، نه راشه درشه۔ د دغه كار د پوره كولو اړتيا ده د امان الله خان غازي په مټو کې ليده۔ دغه باچا د دغه درانه كار لومړۍ مرحله ډېره په مړانه تر سره كړه۔ د فرنګي له خوا ورباندي تپل شوې كلابندي يې په زور ماته كړه او له ټولي نړۍ سره يې اړيکې جوړي كړې:

 

ولي ده پښتانه وياستو له قيده
 دا دولت د مخه نه و خود مختار
 
 

د خپل وطن د يوې برخي د كلابندۍ تر ماتولو وروسته وار د دا بلي برخي و۔ هغې هم غوښتل چې د فرنګي له لاسه وايستله شي، چې دغه كار ته هم مځكه برابره وه، هم يې باچا د تر سره كولو اراده درلوده۔ په دغه حال کې چې هغه له تخته لري او له وطنه وشړل شو او د بيا راتګ امكان يې هم پاته نه شو نو دغه پر نيمه پاته شوي كار تر سره كېدل غوښت او د ملا صاحب دا ارمان و چې دا تر سره شي۔ په داسي حال کې نو هر څوك چې را منځته شوى واى، هغه د ده امان الله خان و۔ هغه وخت چې په دغه محكومه خاوره کې كوم چا د دغه كار دپاره په لويه پيمانه هلي ځلي رواني كړي وې، ملا صاحب د هغه كړاوونه هم خپل اولس ته وريادوي او وايي:

           

*  پښتانه امان الله غازي را ويښ كړل
                    ترخې شپې روڼوي خان عبد الغفار يو
 
 

*  په جفا ستاسي فقط داسي خفه دى
                   لكه ښه پرې شوى ګل، فخرِ افغان هم
 
 

سوسن چمن چې چا لوستى وي، هغه پوهيږي چې په دغه كتاب کې د افغانستان هغه برخه انځور شوې ده چې د فرنګي ترلاس لاندي راغلې وه۔ دغه ټولنه تر دغه زهرجن لاس لاندي سخته رنځوره او حالت يې ډېر د اندېښنې وړ و۔ اولس د جهالت او بې سوادۍ په تيارو کې پروت و، وطن ته يې كفر او دين ته يې بې شمېره توهمات راننوتلي وو۔ كم علمه ديني او روحاني مشران يې د دين پر سمه لار باندي د تګ كولو پر ځاى په خېټه پسې روان وو او د هر عمل شا ته يې طمعه يا ريا سړي له ورايه لېداى شوه۔ قامي مشران يې زياتره وطن پلورونکې يا د فرنګي جوسوسان وو۔ په دغو مشرانو چلېدونكې جرګه سيسټم د كفري نظام مرستندويه و۔ ملا صاحب ليدل چې: "فرنګيانو زهر ګډ كړل په عسلو / څومره ډېر منافقان ګرځي په ډلو" د سوسن چمن په هره پاڼه کې دى له دغسي خلكو سره په جنګ دى:

          

دا يوه خبره وكړه ستا و پلار ته
 چې شپېته كاله بنده وې د سركار، ته
 
 

كوم هنر لرې، په څه خان بهادُر شوې
 نه ګاډۍ تيارولاى شې، نه تار، ته
 
 

لكه شين كډو د بل پر وږو خېژې
 ډك په جهل بې كماله! و چنار ته
 
 

چې صاحب و فرنګي مشرك ته وايې
 له كرسۍ څه دې خداى پورته كړه و دار ته
 
 

د امير امان الله سيكه را واخله
 نوراني ګوهر ښكاره كړه و بازار ته
 
 

ملا صاحب ليدل چې فرنګيانو هر ځاى په عسلو زهر ګډ كړي دي، په دا هغه له دغو قبضه ګرو سره اړه لرونکې هر شي ته د شك په سترګه كتل۔ لكه څنګه چې هغه وخت عام پښتانه له انګرېزي تعليمه، بلكې له لويه سره له هر ډول تجدد څخه كركه كوله، داسي ملا صاحب هم نه يواځي دا چې رېډيو، اخبار، ټيليفون، تصوير، پتلون، ټايي او لوڅ سر ګرځېدل بد ګڼل، بلكې انګرېزي تعليم يې هم د انګرېزانو له خوا خور شوى يو دام باله:

 

د اسكول د دام په شپول عبد السلامه!
 ټينګ نيواى شي غدار هر مرغه ځيرك
 
 

دلته بيا يوه پوښتنه را پېدا کېږي او هغه دا چې د امان الله خان د اصلاحاتو موخه خو هم دا وه چې د نوي تعليم تر څنګ دغه ټول نوي شيان، چې ملا صاحب يې غندي، خپل وطن ته را ننباسي۔ كه دا شيان دومره بد دي، بيا نو د غازي امان الله خان د ستايلو كوم جواز جوړيږي۔ د دغي پوښتني جواب دا دى چې دغه شيان پر خپل ځاى بد نه دي، دا چې د كوم چا په لاس کې وو، هغه زموږ او زموږ د خاوري او دين دښمنان وو، هغو دغه هرڅه زموږ د وطن د لاندي كولو او د دين د خرابولو دپاره دلته خورول۔ دا كه د انګرېز پر ځاى د وطن د ساتندويه باچا په لاس په وطن کې خواره شوي او د هغه له ارادې سره سم په كار اچول شوي واى نو د خپلي خاوري او دين ژغورنه يې يقيني كولاى شوه۔ ملا صاحب چې په دې وياړي چې: "جنګي غټي كارخانې ووَتې نوي / ولي نه منو د دې باچا ايجاد" نو د نوو كارخانو وتل خو د نوي تعليم په مرسته ممكن شوي وو، خو دا كار ولي چې امان الله خان كړى و او د امان الله خان په لاس په ترسره شوي هر كار کې زموږ شاعر د خپل اولس سرلوړي ويني:

 

چې غازي امان الله موږ په امان كړو
 پښتانه به په دنيا کې عاليشان كړو
 
 

مدرسې نوي را ووتې ابادي
 چې څلور سره مذهبه به ودان كړو
 
 

لنډه دا چې د ملا عبد السلام اخوند شاعري د خپل مزاج او خپلي منځپانګي له مخي د بېل رنګ شاعري ده۔ پر خپل ځاى خپل ارزښت لري۔ دغه ارزښت به يې تل پاته وي۔

 




 

                                                                  سلطان محمد صابر

 

د ژوند حالات:  د پاكستان له جوړېدو (۱۹۴۷ء) وروسته چې په سوهېلي پښتونخوا کې كوم ليكوال را وټوكېدل په هغو کې يو ډېر جوَت نوم د سلطان محمد صابر دى۔ صابر صاحب په اردو ژبه په كتابي بڼه خپل يو لنډ غوندي ژوند ليك هم خپور كړى دى او په هغه کې يې ويلي دي چې: نوم مي سطان محمد او تخلص مي صابر دى۔ خلك مي سلطان صابر بولي۔ د پلار نوم مي عبد الغفور و او مور مي بي بي مريم نومېده۔ د ۱۹۲۵ء كال د محرم الحرام په مياشت کې زو كړى يم۔ دى وايي چې پلار مي په ډېر كم عمر کې له غزني څخه كوټي ته د خپلي ماماګنۍ د ليدو دپاره راغلى و او بيا همدغلته کې پاته او د تل دپاره مېشته شو۔ صابر صاحب به د لسو يوولسو مياشتو و چې پلار محترم يې له دې جهانه سترګړي پټې كړې۔

صابر صاحب په خټه غلجى موسٰى خېل و۔ پلارګنۍ يې يوه ستانه كورنۍ وه۔ نيكه يې اوڅار صوفي مولانا نور الدين و، چې د مولانا نور بابا په نامه سره يې شهرت درلود او په غزني کې يې خلك اوس هم مزار ته ورځي۔ د نور بابا د ورور نوم مولانا نجم الدين و، چې د اډې ملا صاحب بلل کېږي۔ د هډې ملا صاحب د مشهور مجاهد حاجي صاحب د ترنګزو مريد و۔ 

صابر صاحب د مالي ستونزو له كبله تر ميټرك كولو مخکې سبق پرېښوولو ته اړ ووت۔ په روزي ګټلو پسې و ووت۔ په ۱۹۳۹ء كال يې په پوسټ آفس (ډاكخانه) کې يوه وړه غوندي نوكري وموندله۔ د مطالعې شوق يې درلود۔ د رسمي تعليم كمى يې په خپله مطالعه ورو ورو پوره كاوه۔ په پښتو يې شاعري كوله۔ ځكه وروسته ۱۹۴۹ء د سركار د اطلاعاتو په څانګه کې پښتو مضمون نويس ولګېد۔ له همدې ځايه د ده روزي له قلم او پښتو ژبې سره وتړل شوه۔ هر څو كه قلم لكه په نوره دنيا کې، په پاكستان کې هم خلك په خېټه ماړه كړي او هم يې شتمن كړي دي، خو په پښتو کې كه له دغه لاري روزي غواړې نو په نيم نس به ګوزاره كوې۔ صابر صاحب په دغه خبره پوهېده، خو هغه يو توكلي سړى و، همدغه لاره يې غوره كړه او ټول عمر په صبر ورباندي روان پاته شو۔

په ۱۹۵۷ء كال کې له سركاري نوكرۍ څخه مستعفي شو۔ دوه كاله وروسته يې د "هېواد" په نامه د پښتو يو اووه ورځنى اخبار را ويوست۔ دغه اخبار يې شپېته كاله ژوندى وساته۔ د ده په درنو ليكنو "هېواد" تل غني پاته شو خو ده له هغه كله دا ګيله و نه كړه چې هېواده تا خو زه كله هم په خېټه سم موړ نه كړم۔ په ۱۹۵۵ء كال کې رېډيو پاكستان له كويټي څخه خپروني پېل كړې۔ په ۱۹۵۹ء کې چې له دغي رېډيو څخه د پښتو خپروني هم پېل شوې نو صابر صاحب په هغو څو كسانو کې و چې په دغه خپرونو کې يې ونډه وه۔ او پوره اتلس كاله يې د ورځي د پښتو دوه دوه پروګرامونه له دغي رېډيو څخه خپرېدل۔

صابر صاحب په خپل وخت کې په سوهېلي پښتونخوا کې يو مخكښ ليكوال و۔ د پښتو د ودي لارو چارو ته به يې نه يواځي دا چې ور پام و، بلکې د نورو پام به يې هم ورته راګرځاوه۔ په كوم ځاى کې چې به پښتو ته ګټه رسول شونى كار ورته ښكاره شو نو له ځانه سره به يې نور هم د هغه كولو ته وهڅول۔ په ۱۹۷۱ء كال کې يې د پښتو ليكوال سره را غونډ او د پښتو اكېډيمي بلوچستان په نامه يوه اداره جوړلو ته يې اماده كړل۔ اكېډيمۍ يې اعلان او د سركار په كور کې رجسټر كړه۔ د ګرانټ په توګه يې څه پيسې هم له سركاره ورته منظوري كړې، چې بيا ورو ورو زياتېدې۔ صابر صاحب د دغه سكروټي پوكلو ته پخپله كښېنوست۔ لس دوولس كاله يې بې تنخواه د سيكټر او بيا صدر په حېث وچلوله۔ له هغه پس يې ملګرو ته وروسپاله۔ اوس هغه يوه د پام وړ اداره ده۔ 

صابر صاحب يواځي صحافي نه و بلکې شاعر او اديب هم و۔ د ادب او تاريخ ډېره ښه مطالعه يې درلوده۔ خبري يې د رحمان بابا د كلام په شان ساده او اغېزه ناکې وې۔ په مجلس کې ورسره ناست څوك كه به ډېر لوى سړى و، ده ته تر ځان لوى او كه به ډېر ساده او عادي غوندي وګړى و، ده ته تر ځان ووړ نه ښكارېده۔ خبري به يې په فطري انداز او په پوره اعتماد ورسره كولې۔ افغانستان ته يې تګ را تګ و۔ د استقلال جشن او علمي سيمنارو ته وربلل كېده۔ د شهيد محمد داود خان په ګډون يې د هغه ځاى د ټولو حكومتي او سياسي مشرانو سره ليده كاته كېدل۔ د پښتو د املا په اړه چې په ۱۹۵۸ء كال کې په كابل کې كوم كانفرنس شوى و، ده په هغه کې، سره له ځينو ملګرو، ګډون درلود۔

په پاى کې به په افغانستان کې د پاكستان د يوه پخواني سفير ښاغلي امير عثمان له يوه مضمونه، چې پر صابر صاحب باندي يې د هغه له مړيني پس ليكلى و، يو اقتباس د دې دپاره را واخلو چې لوستونكو ته د صابر صاحب د پوهي او دانش اندازه وشي۔ هغه ليکې:

"ما ته ياد دي، چې زه كله رييس تشريفات (Chief Protocol) وم نو په يو سفر کې صابر صاحب هم له موږ سره و، دا هغه وخت و چې د افغانستان لانجه ډېره كړكېچنه شوې وه، د سفر په دوران کې صدر صاحب جنرل ضياء الحق زه را وغوښتم او ما ته يې ووې چې تا ته معلومه ده چې په دې سفر کې د كويټي يو اخبار نويس سلطان محمد صابر هم له موږ سره دى۔ هغه د افغانستان په معاملو ډېر ژور نظر لري او د هغه څېړني ډېري غوره وي۔ ته له هغه سره كښېنه او ورسره د افغانستان متعلق خبري اتري وكړه۔ خاص كر د جنيوا معاهدې په سلسله کې، چې ايا پاكستان له په دې اوسني وخت کې په دې لوظنامه دستخط پكار دى او كه نه، او بيا راشه ما د هغه د خيالاتو نه خبر كړه، د دې نه معلوميږي چې د صابر صاحب هغه خلكو هم قدر كوو، كوم چې پخپله ډېر پوه او باخبره وو"۔ 

  (درې مياشتنۍ "تاتره" پېښور، اكتوبر- دسمبر ۲۰۰۸ء/ جنوري – مارچ ۲۰۰۹ء)۔

د ارواښاد سلطان صابر د مړيني نېټه د ۲۰۰۸ء كال د جون د مياشتي شپږ ويشتمه ده، د كتابونو شمېر يې لس ته رسيږي، چې زيات مهم پکې "قديم پشتو اور پشتون" او "د زړه غبار" دي۔ په دا دويم کې د ده شاعري ده، چې لاندي ورباندي بحث كوو۔

 

د سلطان صابر شاعري

 

د صابر صاحب پر شعري ټولګه باندي سريزه استاد محمد صديق پسرلي ليكلې ده۔ په دغه سريزه کې هغه يو ساز يا د موسيقي يوه آله يادوي، چې "ارغنون" نوميږي۔ دې آلې سړى نه غوښت چې و يې غږوي۔ په دې کې جار شوي تارونه دومره حساس وو چې د باد يوه ډېره نرۍ څپه كه به ورباندي ولګېده نو هم به دوى په رپېدو او خوندور آهنګونه به ترې په راوتو شول۔ دغه آله به يې د خوني په داسي ځاى کې ايښووله چې د باد جريان به يې له تارونو سره لګېده او نغمې به ترې راوتې۔ څنګه چې باد تل يو ډول نه چليږي، داسي به د ارغنون اهنګونه هم ورسره بدلېدله۔ استاد زياتوي چې د ځينو نازكو او حساسو زړونو خاوندان هم د ارغنون په شان وي چې د ژوند هر باد يې د احساساتو نري تارونه فريادونو ته هڅوي۔ فطري شاعران همدغه رنګه خلګ وي او صابر صاحب يو فطري شاعر دى۔

هو، صابر صاحب يو فطري شاعر دى۔ د مېوند غزا ياد چې يې د ذهن تارونه وخوځوي نو داسي شعرونه ترې په راوتو شي:

 

له شعوره مي اشعار لكه خدنګ ځي
 يا هجوم د شا ځلمو دى چې په جنګ ځي
 
 

هغه ځاى ته چې لمبې ورباندي ګرځي
 عاشقان ځي، سر بازان ځي يا پتنګ ځي
 
 

چې وريځ په تاتره باندي ښكاره شي
 د باړې اوبه له جوشه په غورځنګ ځي
 
 

د مېوند مځكې خړوبه كړه په وينو
 ځكه بوى له كندهاره د لونګ ځي
 
 

جګ و ټيټ سرونه ډېر دي په دنيا کې
 هغه سر ته مي سلام دى چې په ننګ ځي
 
 

جنګ په ننګ خو پښتنو لره اختر دى
 په ډولو په ډمامو باندي په شرنګ ځي
 
 

هيڅ پښتون له پښتنو نه جلا کېږي
 كه يې سر په تېره توره د اورنګ ځي
 
 

په خوناب د شهيدانو چې سمسور وي
 صابر هغه ګلستان لره په درنګ ځي
 
 

په ناويشلي هند کې چې د شاعرۍ رنګ په بدلېدو او د نويوالي نخښې پکې په را څرګندېدو شوې نو اغېزې يې د هغه وخت د سرحدي صوبې پښتو شاعرۍ ته خو ژر را ورسېدې مګر د سوهېلي پښتونخوا په شاعري کې يې د انګرېزانو تر وتلو پوري څه اثر تر سترګو نه شو۔ د هغو له تګه پس چې هند دوه ځايه شو نو دلته هم د پښتو شاعرۍ په مزاج کې يو ډول بدلون ورو ورو په را څرګندېدو شو۔ سلطان محمد صابر په هغو لومړنيو شاعرانو چې په شعر کې يې د تېر وخت له شاعري سره فرق محسوسيږي۔ د انګرېزانو له وتلو سره چې كومه خپلواکې د پاكستان په نامه راغله د هغې په اړه د اردو ژبې نامتو شاعر فيض احمد فيض ويلي و چې دغه داغ داغ رڼا او دغه شپې داړلى سهار هغه سهار نه دى چې موږ يې په انتظار و۔ صابر صاحب بيا د خپلواكۍ د سيمبول په توګه د سحر پر ځاى د پسرلي ټكى كاروي۔ د دغه مضمون د يوې ترانې دا يو بند يې وګورئ:

 

راشه پسرليه د هېواد په لويو غرو زما
 ږغ وكړه د ژوند په كاڼو بوټو په خازو زما
 
 

سرې جامي ور واغونده را وې باسه له كوره څه
 خلاص كه پسرليه موږ د خلكو له پېغوره څه
 
 

اور د حنا بل كړه و جانان ته په لاسو زما
 راشه پسرليه د هېواد په لويو غرو زما
 
 

د پاكستان د جوړېدو ډېره موده نه وه تېره شوې، چې دلته "ون يونټ" جوړ شو۔ مطلب دا چې د بنګال يا ختيځ پاكستان د اكثريت ختمولو دپاره يې د لوېديځ پاكستان ټولي صوبې سره ګډي كړې او د دوى په اصطلاح "يو يونټ" يې جوړ كړ۔

دا ډول يې په يوه غشي د دوو نخښو د ويشتلو هڅه وكړه۔ هلته د بنګال اكثريت ختمول او دلته د وړو قامونو وجود له منځه وړل او په پنجاب کې ضم كول و او دا كار په ډېر لوى قوت سره وشو۔ د دغه قوت په مقابل کې بېلا بېلو قامونو سخت غبرګون ښكاره كړ۔ زموږ شاعر د دغسي قوت مخه نيولو ته خپل قام داسي هڅوي:

 

په زارۍ او په جګۍ او په فرياد
 وايه چا هم قائل كړى دى صياد؟
 
 

حق حقدار ته په غوښتلو نه رسيږي
 څو يې وا نه خلي په مټو د فولاد
 
 

وخت به راشي را روان دى كه پوهېږې
 يا به مړه شو يا به واړه شو آزاد
 
 

پښتانه او افغانان به سره بېل كا
 چې يارانو ته ليده شي خپل مفاد
 
 

د مېرويس او احمد شاه زامنو يو شئ
 هسي نه چې زمانه مو كړي برباد
 
 

د خلكو وېنا ده چې رښتيا وايي، د هغو خولۍ همېشه څيري وي۔ دغه رښتيا چې بيا تر ځان زورور ته څوك ووايي، د هغه سر هم ماتېداى شي۔ كه چرته دغه كار د حكومت په مقابل کې كوي نو حكومت خو بيا ډېر زورور دى، هغه خو بيا نور هم ډېر څه كولاى شي۔ صابر صاحب يو صحافي و، د صحافي رښتيا خو بيا د وخت واكمنو ته هيڅ واره نه خوري۔ يو ځل يې د خپل اخبار يوه سر مقاله ليكلې وه۔ په هغې باندي د وخت واكمن دومره خوږ شوى و، چې دى ونيول شو، نيول خو پر خپل ځاى، دى يې داسي ورك كړ چې چا ته پته نه لګېده چې دى چرته۔ دى وايي چې په يوه داسي ځاى کې يې اچولى وم چې هلته ټول لېونيان وو۔ د دغو لېونيانو له ميانه په يوه نظم کې دى د تخيل په وزرو دباندي وزي۔ د دغه نظم دا دوه بنده وګورئ:

 

پروت يمه يواځي د زندان په دېوالونو کې
 تيت يې كړل ملګري زما واړه په جېلونو کې
 
 

ورځي مي تېريږي د بد مستو لېونو سره
 شپه را باندي راشي له بې رحمه زولنو سره
 
 

ټوله شپه ږغېږم د زندان له دېوالو سره
 شرنګ د زولنو دى نور څه نشته په دې خونو کې
 
 

ووتى احساس مي د زندان له دېوالونو نه
 لاړئ و سيندو ته هم را ولوېدى له غرونو نه
 
 

ستا تپوس يې وكړ د بېديا له سرو ګلونو نه
 ږغ د ازادۍ و نور څه نه و په دې خونو کې
 
 

يو تصوير په لر و بر پښتونخوا کې دلته هلته ډېر تر سترګو کېږي۔ يو سړى په ډېر بد حال کې پر يوه ستړي او بېواكه غوندي آس باندي سپور او په ډېر تكليف مخته روان ښكاري۔ دا سړى هغه ډاكټر برايډن دى چې په لومړي افغان – انګليس جنګ کې چې كابل ته ننوتلي انګرېزان پاى افغانانو دې ته اړ كړل چې له افغانستانه به وزي، نو زيات و كم شپاړس زره انسانان نر و ښځي او لوى و كم له كابله د جلال اباد په خوا په كوچېدو شول۔ پر لاره باندي يرغلونه ورباندي پېل شول۔ په تګ تګ کې نور ټول دلته هلته ووژل شول، دغه يو ډاكټر تر جلال اباده پوري ژوندى ورسېد۔ دغه سړى چې د شپې په درنه تياره کې د افغانستان په غرونو کې مزل كوي، نو په كوم ذهني کېفيت چې مبتلا دى، هغه صابر صاحب په يوه نظم کې انځور كړى دى، دغه نظم په بشپړ ډول دلته را نقل كوو:

 

توره تياره چوپه چوپيا ده ربه
 لويي شېلې لويه بېديا ده ربه
 څنګه هيبت، سړه سنا ده ربه
 كمر كمر راته بلا ده خدايه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده خدايه
 
 

كاڼي د غرونو دي كه ژوي خدايه
 ټوله دنيا شوه راته روي خدايه
 زړه مي له ډاره نه اوس چوي خدايه
 سر مي دى ګونګ كه څه غوغا ده ربه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده ربه
 
 

 

د غرو په څوكو دا څرپى د څه دى
 په جاړو بوټو کې غرږى د څه دى
 خدايه په خوا کې مي زګېروى د څه دى
 وركه په دې کې مي سودا ده ربه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده ربه
 
 

سترګې مي خدايه اوس توريږي څله
 زړه مي له ډاره نه لړزيږي څله
 پښې مي بې واكه را څکېږي څله
 ګني د ژوند مي انتها ده ربه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده ربه
 
 

 

ما په دنيا کې بحر و بر وليدل
 هم مي پړانګان هم مي ببر وليدل
 هم مي پرهار د زړه پر سر وليدل
 دا خو يو بل رنګه يو ها ده ربه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده ربه
 
 

دلته چنګېز هم پر ټټر وخوړه
 د پښتون لته سكندر وخوړه
 هم د بابر د زړګي سر وخوړه
 دلته خو خراړه هم هما ده ربه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده ربه
 
 

د زړه دنيا مي چا نتلې ده نن
 بڼه مي خدايه تښتېدلې ده نن
 رنګ مي دى زېړ، روح مي وتلې ده نن
 ږغ د ايمل دى كه رابيا ده خدايه
 
 

يا د پښتون ځلمي اروا ده ربه
 
 

ارواښاد پسرلى صاحب په خپله سريزه کې د دغه نظم په اړه ليکې چې دا "د يوه وېرېدلي ډاكټر د روحياتو ډېره دقيقه عكاسي كوي چې دې ته وايي شعر او دغه ده د شاعرۍ روحيه۔ په دې نظم کې تخيل، تصور او محاكات لاسونه سره وركړي دي او د يوه يواځي پاته شوي ډاكټر روحيه يې څېړلې او انځور كړې ده"۔ خو صابر صاحب خپله زياته توانايي ولي چې په نثر کې لګوله، نو شاعري يې كمه كړې ده او چې څومره يې كړې ده، هغه يې هم ټوله خوندي كړې نه ده، ځكه يې نو شعري ټولګه تش يوه ده او هغه هم ډېره غوښنه نه ده، خو پکې راغلې شاعري يې د سوهېلي پښتونخوا په شعري جريان کې د يو نوي دور د اغاز نقطه ده۔



                                                                               سعيد ګوهر

 

د ژوند حالات:  د ارواښاد ګوهر صاحب اصلي نوم سعيد احمد و۔ ولي چې قدرت يې د شعر ويلو وړتيا په خټه اخښلې وه، په دا نو كله چې مخ په ځوانېدو او دغه وړتيا يې په څرګندېدو شوه، د بل هر شاعر په شان دى هم د تخلص ايښولو په تكل شو۔ څوك چې تر دغه مرحله تېر شوي دي، هغوى پوهيږي چې تخلص موندل څومره سرګرداني لري۔ د هر شاعر په حال چې ځان خبر كړې نو درته معلومه به شي چې په سر سر کې هغه څو واره تخلص بدل كړى، ځيني شاعران ښايي داسي هم ومومي، چې دا كوم تخلص چې يې له نامه سره نه شلېدونكى پېوند اخستى وي، تر آخره له هغه هم مطمئين نه وي۔ سعيد ګوهر صاحب هم له دغه مرحلې را تېر شوى او تخلص يې څو واره بدل كړى را بدل كړى دى۔ څه موده يې عاصي تخلص كاوه۔ بيا سعيد احمد ګوهر شو۔ يو وخت يې د سعيد ګوهر تېراهوي نوم كاراواه۔ په پاى کې سعيد ګوهر شو او دغه نوم يې پوخ او د مړيني تر وخته ورسره ملګرى و۔

د ګوهر صاحب پلار محترم حکېم بهادر نواز د تېراه اوسېدونكى و۔ په خټه اوركزى او په اوركزو کې علي شېرزى و۔ واده يې د كوهاټ په خټكو کې شوى ۔ روزي يې په بوري، چې د لورالايي ضلعې مركز دى، کې ليكلې شوې او دى په ۱۹۲۳ء کې همدلته ورپسې را رسېدلى و۔ د همدغه بازار په صدر کې يې د "دار العلاج" په نامه د طبابت دوكان خلاص كړى او خپل نور ټول ژوند يې همدلته تېر كړى و۔ دلته خداى دوې لوڼي او شپږ زامن وركړي چې درې پکې شاعران وختل او په دغه مېدان کې د نامه خاوندان شول۔ دغه درې وروڼه ارواښاد رب نواز مايل، سعيد ګوهر صاحب او ښاغلى محمود اياز دي۔ د دا هر يوه كتاب نه كتابونه چاپ شوي دي۔ موږ د هر يوه په خپل خپل ځاى کې يادونه كړې ده۔ په دې روانو كرښو کې يواځي د ښاغلي سعيد ګوهر ژوند ته لنډه كتنه كوو۔ 

ښاغلى سعيد ګوهر د كال ۱۹۴۷ء د دسمبر د مياشتي په ۲۵مه نېټه د بوري په كاكړي محله کې زېږېدلى، د همدغه ښارګوټي په سركاري ښوونځي (School) کې يې تر لسمه سبق ويلى او په كال ۱۹۶۴ء کې يې له همدغه ځايه څخه د ميټرك امتحان وركړى و۔ خپل مالي حالت ولي چې په رسمي توګه د زدكړو د جاري ساتلو اجازه نه وركوله، په دا يې سركاري ملازمت اختيار كړ او د كال ۱۹۶۴ء د جون د مياشتي په لسمه نېټه د لورالايي په سركاري ډګري كالج کې لېبارټري اسسټنټ ولګېد۔ څو كاله پس بيا په همدغه كالج کې لايبرېرين شو۔ په دغه دوران کې يې په غير رسمي توګه د ايف اې او بي اې امتحانونه وركړل۔ په ۱۹۷۹ء کې يې له پېښور پوهنتون څخه پښتو ايم اې (ماسټري) هم په غير رسمي توګه وكړه۔ په كال ۱۹۸۴ء کې د اطلاعاتو او نشرياتو د وزارت د انفارمېشن په لورالايي سېنټر کې د پښتو ايډيټر شو او بيا مخ په ختو ختو په همدغه وزارت کې پاى د پريس انفارمېشن په څانګه کې ډپټې  ډايركټر شو او بيا يې د كال ۲۰۰۲ء د دسمبر په ۲۰ مه نېټه تر وخت وړاندي ريټايرمنټ واخست۔ له ملازمته له ځان اوزګارولو پس د ده ډېرو كارونو ته نيت و خو ژوند د هغو ټولو د پوره كولو تر وخته وفا ورسره و نه كړه او د ۲۰۱۰ء كال د اګست په ۲۱مه نېټه يې له دې فاني نړۍ سترګې پټې كړې۔ اروا يې ښاد۔

د ګوهر صاحب مشر ورور مايل صاحب شاعر و، هغه قابو لس كله تر ده مشر و۔ ګوهر صاحب په ښه و بد له پوه كېدو سره سم خپل ورور په ادبي هلو ځلو بوخت ليد۔ هغه راوړي كتابونه او مجلي به يې اړولې را اړولې۔ دغه كار د ده په وجود کې موجود شاعر هم زغرده را ويښ كړ او ده په شعر ويلو ګوتي پوري كړې۔ او د هر ښه شاعر په شان يې په هماغه ابتدايي شپو کې بيا له شعره سره د مينه لرونكو خلكو پام ځان ته را واړاوه۔ داسي يې ورو ورو د يوه ښه "غزلګو" په توګه په خلكو ځان وپېژانده۔ په هنر او شخصيت کې يې داسي زړه راكښون و چې ډېر ژر شاعران ورباندي په را غونډېدو شول او لورالايي يا بورى زغرده په يو ادبي مركز واوښت۔ ده پخپله ولي چې غزل ليكله او ډېره يې خوښوله، په دا نو دغه ځاى د غزل د يوه داسي مركز بڼه غوره كړه چې په ګڼ شمېر کې يې د غزل ښه شاعران پښتو ته وركړل۔

ښاغلي سعيد ګوهر كه هر څو نثر هم ليكه، خو هغه په اصل کې شاعر او د غزل شاعر و۔ په پښتو او اردو دواړو ژبو يې شعر وايه۔ د اردو كليات يې چاپ ته اماده دى، خو د پښتو هغه يې په ډېره ښه بڼه تر چاپه رسېدلى دى۔ د دغه كليات نوم دى "سعيد ګوهر سعيد ګوهر دى اشنا" دا په اصل کې د ده خپله يوه مصرعه ده۔ او سكام اكېډمۍ او "گوهر گهر" پبلي كېشنز په كال ۲۰۲۲ء کې خپور كړى دى۔ په دې كليات کې درې شعري ټولګي دي۔ دغه ټولګي هره يوه په بېل جلد کې ده۔ دوې يې لومړى د ګوهر صاحب په ژوند کې چاپ شوې وې۔ اوس درې واړه دوى بيا چاپ كړي دي۔ درو واړو ته يې ګډ بكس ور جوړ كړى دى، دغه درې كتابونه په يوه ګډ بكس کې ځاى شوي دي۔ د چاپېدو ځاى نه دى ورباندي ليكلى۔ نومونه يې داسي:

 

۱- په اوبو کې تږى

۲- په څيري لمن کې اوميد

۳- په ايرو کې پټ انګار

 

د سعيد ګوهر شاعري

 

كله چې په نړۍ کې د روان شعري نويتوب څپې تر موږه هم را ورسېدې او ورسره د پښتو په شعر کې هم يو ډول تازګي او له كلاسيکې شعر څخه د بېلوالي نخښې په څرګندېدو شوې۔ دغه وخت چې په غزل کې نوې سا چا پو كړه، هغه ارواښاد امير حمزه خان شينوارى و، چې وروسته د غزل د بابا په نامه ياد شو۔ په دغه لار کې چې دويم ګام چا واخست هغه و قلندر مومند۔ له قلندر صاحب څخه وروسته د پښتنو په هري سيمي کې نوي شاعران په ډېرېدو او د هري سيمي د غزل مزاج په بدلېدو شو۔ په دغه دور کې كه موږ د هري سيمي د غزل د شاعرانو يو يو مخكښ شاعر په ګوته كوو، نو په سوهېلي پښتونخوا کې به دغه اعزاز ارواښاد سعيد ګوهر ته وركوو۔

ارواښاد سعيد ګوهر د اردو شاعري هم كړې ده، د هغې هم يو په تاله پوره كليات لري۔ په اردو کې استادي او شاګردي شته۔ اردو شاعري په عربي عروضو تلل كېداى شي، په دا نو نوي شاعران يو خو دغه عروض له استاده زده كوي، بل نو د شعر په عيبونو او ښېګړو هم د استاد په كومك ځان پوﻫ كوي۔ په بلوچستان کې پروفيسر اغا صادق د دغه ايالت د اردو د ټولو شاعرانو استاد و۔ ګوهر صاحب هم د اغا صاحب شاګرد و۔ او له عربي عروضو پرته يې نور هم ډېر څه ترې زده كړي وو۔ د دغه زدكړي ګټه يې پښتو شاعرۍ ته هم رسېدلې وه۔ ځكه د ده د پښتو ابتدايي شاعري هم په نسبي توګه له عيبونو پاكه، روانه او روښانه ده۔ ورو ورو يې دغه ځانګړني نوري زياتي شوي دي او د خپل دور يو ښه غزلګو يې ځان ثاب كړى دى۔ دا يو بيت يې وګورئ:

 

لكه د هجر د ميان حرف يمه په ملا باندي مات
 لكه نكته په دايره کې زه يواځي تنها
 
 

۱- د دغه بيت په لومړۍ مصرعه کې د هجر ټكى راغلى دى، د دغه ټکې د منځ حرف "ج" دى۔ شاعر ته دغه حرف د خپل ځان په شاني ښكاري، څه ډول چې دى پخپله په هجر کې را ګېر پاته دى، ترې وتلاى نه شي۔

۲- لكه څنګه چې شاعر په هجر کې پر ملا غوټ مات شوى دى، همدغه رنګه د "ج" حرف هم د هجر په منځ کې غوټ مات (جــ) پاته دى۔ 

۳- د دغه بيت په دويمه مصرعه کې شاعر ته ځان د "ج" د نكتې په شان ښكاري۔ دغه نكته د "ج" د دايرې په منځ کې يواځي ده۔ نه ترې وتلاى شي او نه كومه بله نقطه ورته راتلاى شي، چې يواځيتوب يې پاى ته ورسيږي۔ دى هم دغه رنګه د هجر له دايرې نه وتلاى شي او نه يې د بل چا د ورته راتلو هيله شته۔

د نوي غزل په بهير کې چې كومي زياتي رڼې او خوندوري غزلي وي په هغو کې زياتره د نوو او ښايستو مځكو لاس وي۔ د غزل مځكه چې ورباندي ښايسته کېږي، په هغو شيانو کې تر ټولو د مخه رديف ته پام وراوړي۔ اوږده اوږده (كله كله لنډ هم) او ښكلي رديفونه چې پر فن باندي برلاسى شاعر كاروي نو په غزل کې يې دا وړتيا زياتيږي چې څوك وتخنوي او پام يې ځان ته را واړوي۔ د غزل هر بيت ځان ځان له يو "واحد" وي، قافيه دغه بېل بېل واحدونه په آواز سره تړي او په كثرت کې وحدت پېدا كوي۔ رديف دغه وحدت د معنا پر سطح هم ټينګو او د موضوع په اعتبار بېلا بېل بېتونه سره نزدې كوي۔ كله چې د يوې غزلي د لوستو په وخت يو لوستونكى تر قافيې پوري را ورسيږي او په قافيه کې موجود "روي" د غزل د دا نورو بېتونو له "روي" سره په ګډ غږ يوه ازانګه (انګازه) را ولاړه كړي، نو د هري قافيې شا ته ولاړ رديف لكه خپړي چې ورسره وپړكوي، دا رنګه يې شور نور هم زيات كړي۔ ګوهر صاحب هم ولي چې پر فن باندي يو بر لاسى شاعر دى، ځكه د ده غزل هم په دغه پساله پسوللې ده۔ دا يو څو مطلعې يې وګورئ:

 

* د زندګۍ به نوره څه معنا كوو ملګرو
 اغزي په پښو پوري وهو او مخته ځو ملګرو
 
 

*    خلوص عام كړئ سكون عام كړئ، په كوټلو انسان تك شين
 دى په وينو جهان تك سور، كړئ په مينه جهان تك شين
 
 

* راشي لاړي شي بيا راشي، مضطربي ښوري اوښکې
 دا زما په وير اخته دي كه ستا لاري ګوري اوښکې
 
 

* جنګ به څه ګټمه د رښتيا بېخي يواځي يم
 ته زما ملګرى شه مولا، بېخي يواځي يم
 
 

* نه له چا څخه زه پټ يم نه و چا ته مخامخ يم
 له دنيا څخه جلا يم خو دنيا ته مخامخ يم
 

ګوهر صاحب يو ځاى ليكلي دي چې:

 

"نن سبا زموږ قاريين او ناقدين دواړه په تخليقاتو کې صرف قامولي او سياست لټوي، ادبيت، شعريت او فني معيار ته هيڅ اهميت نه وركوي۔ كوم چې د تخليق او تخليق كار سره زه انصاف نه بولم۔ د فن او معيار له بنيادي غوښتنو څخه هم ناخبره ليكونکې او لوستونکې، د تخليقي ادب جاج كه صرف د خپلو سياسي نظرياتو په زركاڼي اخلي نو نتيجه يې د ښه او لوړ ادب د زوال په پرته نور څه كېداى شي؟ يو شاعر كه د خوشحال پر ځاى د حميد بابا مزاج ولري نو ايا تنقيد هغه نظر انداز كولاى شي؟ په نني ادب کې دا سوال ډېر اهم دى"۔

                                                                                      (د سهېل جعفر د شعري ټولګي سريزه)

او د ګوهر صاحب د دغه سوال جواب دا دى چې نه يې نن نظر انداز كولاى شي او نه يې پخوا نظر انداز كړى دى۔ زموږ په كلاسيکې شاعري کې حميد درېيم آواز دى۔ نن هم كه څوك له خپل مزاج سره سم د حميد په ډول په ادبي تاله پوره او د حميد په شان خالص يا د يوې يا بلي نظريې سره نه تړلى شعر ليکې نو په هسكه غاړه په دغه درېيم صف کې د درېدو حق لري۔ البته موږ چې په كوم وير لړلي دور کې ژوند كوو، په هغه کې ډېر ځله شعار هم په شعر حساب شي، خو دا يواځي د څه وخت دپاره وي، تلپاته شعر هغه وي چې "ادبيت" شعريت او فني معيار" ولري۔ ګوهر صاحب كه موږ د پښتو شعر په دنيا کې لټوو نو هغه په دا درېيم صف کې ولاړ او داسي شعرونه وايي:

 

* نه مني زړه چې مرور دى اشنا
 خلاص مي تراوسه د كور ور دى اشنا
 
 

              ويلي به كړي ستا واوره واوره وجود
 زما خلوص د دوبي لمر دى اشنا
 
 

* بام ته ور وخېژه، له مخ څخه ټيكرى كړه لري
 په يَوه لمر كله كميږي تنهايي د آسمان
 
 

* تا يم هېر كړى د سبق په شاني
 ما لكه ګل يې په كتاب کې ايښى
 
 

 * زما د ټول عمر د لوست دي اته لفظه لنډيز
 دښمني ګټه نه لري، مينه تاوان نه لري
 
 

* لكه د لوبي شى، بازۍ كوي له ما سره وخت
 خالي يم، بيا هم په ګردش کې يم د جام په رنګه
 
 

             تا له آسمانه را ګوزار كړم او تر پښو كړم لاندي
 ما ته را پورته كړې او مچ كړې د اتام په رنګه
 
 

د غزل د ډېرو شاعرانو په غزل کې موږ تعلي وينو۔ د چا په هغې کې ډېره او د چا په هغې کې لږه۔ دا لكه يو شعري صنعت چې وي، ډېر ځله يې شاعر دا رنګه كاروي۔ د لويو يا به دا ووايم چې د ښو شاعرانو تعلي وچه ځان ستاينه يا تشي لافي نه وي، بلكې هغو ته خپل تول معلوم وي، چې د ځان په اړه څه ووايي، نو خبره هماغسي وخېژي۔ تعلي رحمان بابا هم كړې ده، ډېر ځله سړي ته داسي ښكاره شي چې دا خو يې ډېره غټه خبره كړې ده۔ خو خبره كه يې هر څو غټه كړې وي، تر رحمان بيا هم غټه نه وي۔ مطلب دا چې هغه تر ځان غټه خبره نه ده كړې۔ دى كه ځان ته "په پښتو ژبه عالمګير" وايي، نو وګورئ څومره پېړۍ يې د پښتو ژبې د ټولو ويونكو پر زړونو باندي باچهي كړې ده۔ ګوهر صاحب هم تعلي كړې ده او ډېره يې كړې ده او په دې يې كړې ده چې ده ته احساس دى چې د خپل وخت د غزل په مېدان کې دى بېله لار لري او دا هم ورته احساس دى چې د ده تر دغه كمال خلك نظر اړوي او د ده دا هم باور دى چې د ده غزل د باقي پاته كېدو شى ده، كره كتونكى كه هر څو مخ ورڅخه واړوي، دا ورکېږي نه، دا لانديني بېتونه وګورئ:

 

* ګوهر په غزل کې تشخص غواړم د ځان
 روان يم په كاروان کې له كاروان څخه جلا
 
 

* هره غزل د لطافت او نفاست مرقع
 سعيد ګوهره! نازك كار د رېشم باف مي وكړ
 
 

* يې او كه نه يې د جوهرو معتبر سوداګر
 ناياب ګوهر يم ما په بيه باندي ګران ونيسه
 
 

* زه خو ګوهر يم، ملغلري پاشم
 زما غزل وايه تر پايه اشنا
 
 

* ته كه يې نه منې دنيا يې مني
 سعيد ګوهر سعيد ګوهر دى اشنا
 
 

*       و نقاد ته دي معلوم وي، دغه نوم به ژوندى نوم وي
 د ګوهر د غزل برخه، له الهامه څخه ښكاري
 
 

 

*      ستا اسلوب فن، فكر ستايم، تا ته نن زه استاد وايم
 توري نه دي ستا ګوهره!، ملغلري دي پېيلي
 
 

لنډه دا چې ارواښاد سعيد ګوهر يواځي د سوهېلي پښتونخوا ښه غزلګو شاعر نه دى، بلکې هغه د خپل دور د ټولي پښتو د غزل د شاعرانو په لومړي صف کې ولاړ شاعر دى۔ دغه اندازه يوه لوستونکې ته هغه وخت كېداى شي چې: "په اوبو کې تږى" "په څيري لمن کې اوميد" او په "ايرو کې پټ انګار" ولولي۔

 



                                                                                   سهېل جعفر

 

د ژوند حالات:  د لورالايي په يوه سكول کې يو تقريب روان و۔ تقريب په ماشومانو د انعامونو وېشلو دپاره جوړ شوى و۔ انعامونه يوه شاعر وېشل۔ كوم ماشوم چې لومړى انعام ګټلى و، هغه ته چې د انعام اخستلو دپاره بلنه وركړل شوه او دى د انعام وركوونکې مخته راغى نو ژړل يې۔ انعام وركوونکې چې په حېرانتيا د ژړلو وجه ترې وپوښتله نو ده ويل له ما سره هيڅوك نه دى راغلى، پلار مي مړ دى او ورور هم نه لرم، شاعر ورته ويل: "بس له ننه پس زه ستا ورور يم" دغه ملاقات وروسته رښتيا هم په ورورۍ واوښت۔ شاعر ښاغلى سعيد ګوهر او ماشوم غلام جعفر نومي يو هلك و۔ دغه هلك، چې د ۱۹۵۹ء كال د مئ دېرشمه يې د زوكړي نېټه ده، وروسته د سهېل جعفر په نامه په پښتو ادب کې وځلېد۔

د سهېل جعفر د پلار نوم سيد غلام و۔ هغه په خټه خټك او د كوهاټ سيني ګمبت تحصيل ته څېرمه د پرشۍ كلي اوسېدونكى و۔ پلار يې په ماشومالي وفات شو نو د روزي په لټون لټون تر لورالايي پوري دى او ورور را ورسېدل۔ دلته يې ډېره خواري وكښه او پاى د لورالايي په ښو كاروباريانو کې حساب شو۔ دې ځاى ته هغه د پاكستان تر جوړېدو مخکې راغلى و۔ په كال ۱۹۶۵ء کې داسي مهال وفات شو، چې سهېل جعفر ماشوم و، ښوونځي ته لا نه و لوېدلى۔ د سهېل د پلار جوړ كړى كاروبار د ده تره خرڅ كړ۔ پيسې يې يووړې او دوى پر ډاګ پاته شول۔ تر پنځو كالو پوري دوى له ماما سره وو۔ له هغه پس دا سرپرستي هم پاى ته ورسېده۔ سهېل چې به له ښوونځي نه راغى نو بيا به د ماما هوټل له ته، هلته به يې كار كاوه، مور بي بي يې د خلكو جامې په مزدوري ورجوړولې او داسي به يې كور چلاوه۔ دغي درنې مېرمني په داسي حالاتو کې له غلام جعفر نه سهېل جعفر جوړ كړ۔

د سهېل جعفر په خمير د هر شاعر په شان شاعري اخښلې وه۔ په هغو شپو کې په لورالايي کې د اطلاعاتو په مركز کې ښاغلى سعيد ګوهر مدير و او هلته به شاعران ورباندي را ټول وو۔ سهېل مخکې په اردو کې د شعر ليكلو هڅي كولې، چې دغه مركز ته يې تګ را تګ پېل كړ نو نورو شاعرانو ولي چې پښتو ليكله، په دا دى هم پښتو ته را واوښت۔ تر دولسم صنف پوري يې سبق په لورالايي کې ولوست۔ له هغه وروسته (۱۹۷۹ء) بلوچستان پوهنتون ته راغى او له دغه ځايه څخه يې په جيالوجي کې ماسټر ډګري واخسته۔

په ۱۹۹۶ء كال په رېډيو پاكستان کې پروډيوسر ولګېد او عهده په عهده مخ په بره په ختو شو۔ په ۲۰۲۱ء كال کې د سټېشن ډايركټر (رئيس) په توګه ريټاير شو۔ په دغه ۳۵ كلن سفر کې ده ډېر ښاسته او خوندور پروګرامونه له راډيو څخه وړاندي كړل۔ درې ځله د غوره پروډيوسر جايزه (انعام) وركړل شوه۔ د شاعرۍ يوه مجموعه چې نوم يې دى "د ياد په جزيره کې" او غزلي او آزاد نظمونه پکې شامل دي، يې په ۲۰۰۴ء كال کې خپره شوه چې "اداره ثقافت" د غوره شعري ټولګي جايزه هم وركړه۔ نور شعرونه يې لا په كتابي بڼه نه دي چاپ شوي۔ ناچاپه لنډي قصې او ځيني نوري نثري ليكني هم لري۔ اصل مېدان يې بهرحال شاعري دى۔ په دغه حثيت يې د سوهېلي پښتونخوا په ادبي هلو ځلو کې هر وخت برخه اخستې ده۔ په لورالايي کې د "ادبي ملګري" تنظيم فعال غړى و۔ په كويټه کې د "ملګري ليكوال" تنظيم په بانيانو کې و۔ دغه تنظيم نزدې تر شلو كالو پوري فعاليت وكړ۔ د ځوانانو د تربيت دپاره يې په مياشت کې دوه ځله (په لومړي او پنځلسم تاريخ) تنقيدي ناسته كوله۔ دغه ناسته په دغه دومره اوږده موده کې كله هم نه وه ناغه شوې۔ د ۲۰۲۲ء كال د اګست په ۲۲ نېټه چې د پښتو اكېډمۍ بلوچستان كومي ټاكني تر سره شوې، په هغو کې دى د درو كالو دپاره د دغي ادارې صدر وټاكل شو۔ د دغه هرڅه په لړ کې دى ځان د دوو هستيو تر احساناتو لاندي ګڼي۔ يوه د ده مور بي بي او بل ارواښاد سعيد ګوهر۔ له دغو دواړو سره دي خداى پاك ښه وكړي۔ آمين۔

 

د سهېل جعفر شاعري

 

سهېل جعفر هر څو كه نظمونه هم ليكلي دي، په بنيادي توګه هغه د غزل شاعر دى او غزل ته پخوانيو "سخن بازنان گفتن" ويلي دي۔ مطلب دا چې دا يې د ميني او ښكلا شاعري ګڼلې ده۔ مينه او ښكلا ښايي له شاعرۍ سره له هغه وخته ملګري را روان وي چې انسان په ابتدا کې په دغه كار ګوتي پوري كړي وې۔ آدم عليه السلام چې پېدا شو نو تر هرڅه د مخه يې يواځيتوب محسوس كړ او په زړه کې يې دې تمنا غزوني وكړې چې زړه ته ور تېر يو څوك بايد په څنګ کې ولري، هغه و  چې خداى پاك حوا ورسره پېدا كړه۔ د زړه ته ورتېر ملګري دغه تمنا د انسان په خټه اخښلې ده۔ شاعرانو د يواځيتوب او د دغسي ملګري د تمنا څرګندونه د ميني او ښكلا د شاعرۍ په توګه كړې ده۔ د دغه جذبې څرګندونه كه څه هم په هر ډول شاعري کې کېږي خو له غزل سره چې دغه د پخوانيو خبره تړلې شوې ده، نو څه سبب خو به يې وي۔ په ظاهره خو موږ وينو چې په هره ژبه کې چې د غزل شاعري شوې ده، دغه د حسن و عشق تر دايره وتلې ده، د ژوند هر ډول مسايل چې په شاعرۍ کې د ځايېدو دي، هغه ټول يې په خپله لمن کې ځاى كړي دي، خو د داسي شاعرانو كمى بيا هم نه شته چې خپله غزل يې دغه حسن و عشق په دايره کې دننه ساتلې ده۔ سهېل له همدغو شاعرانو څخه يو دى۔

غزل ليكل شيشه ګرۍ ته ورته يو كار دى، ډېر احتياط غواړي هر څوك په ټوله معنا دغه نازك كار نه شي ترسره كولاى۔ د شاعرۍ ژبه هسي ساده ژبه نه وي لكه موږ او تاسي چې يې سره وايو۔ هغې ته هنر ورننه ايستل وي۔ د وزن، رديف او قافيې تر څنګ نور هم ډېر څه پکې ځايېول وي۔ په دا نو له ډېرو شاعرانو څخه ژبه شډله شي، چې رحمان بابا يې د غونډ ژبو شاعرانو ژبه بولي۔ غزل خو بيا په شاعري کې تر ټولو نازك صنف دى۔ دا د نازك خيال تر څنګ نازكه او روانه ژبه غواړي۔ د كومو شاعرانو غزل چې په ادبي دنيا کې ځاى جوړ كړى دى، د هغو د غزل د نورو صفتونو تر څنګ يو صفت دغه هم وي۔ د سهېل جعفر غزل هم دغه صفت لري ژبه يې روانه ده۔ كتاب چې يې څوك له سره پېل كړي نو تر پايه به داسي لږي مصرعې په مخه ورځي چې ژبه به يې تيندك ورباندي خوري، يا به ورباندي ښوييږي۔

د سهېل جعفر د شاعرۍ يو بل صفت دا دى چې ابهام بېخي پکې نشته، ابهام دوه ډوله دى، يو هغه دى چې د شاعر وس و نه رسيږي چې خپله خبره په شعر کې ځاى كړي۔ څه چې يې په ذهن کې وي، هغه يې په ذهن کې دننه پاته شي۔ شعر يې لكه خالي لوښى چا ته هيڅ نه شي وړاندي كولاى۔ بل ډول يې بيا هغه دى، چې د نوي نړۍ په شاعري کې ډېر دى۔ شاعران يې ابهام ښكلايز ارزښت بولي۔ وايي چې سمه يې وپلټئ، ډېر څه به پکې په لاس درشي۔ د سهېل جعفر په شاعري کې نه دغه او نه هغه ډول ابهام شته۔ خبره يې صفا لكه پر ورغوي چې ايښې وي، هر څوك يې كتلاى شي چې ملغلره ده كه هسي يو سپېره كاڼى۔ د نمونې په توګه يې تاسي هم دا يو څو بېتونه وګورئ:

 

* نور هنر نه لرو، د زړه به كوو
 كه مينه نه كوو نو څه به كوو؟
 موږ د ماشوم غوندي يو ضد اخستي
 چې كوم ستا خوښ نه وي هغه به كوو
 
 

* نه لري كېدو، چا په اغزي باندي ليكلى و
 آ ظالم سړى مي په زړګي باندي ليكلى و
 
 

*  نه ښكلى ځلمى وم، نه لايق وم ستا د ميني
 تا سره مي ګُلې په ايمان وكړلو جبر
 
 

* لېونتوب مي را په زړه شي ستا د ميني
 دا چې ډېر ډېر ګورم ماتي زولنې ته
 
 

*  ما نه د هجر شپه سهېله! خاطر جمع شوله
 د ميني تبه هم له عمره سره كمه شوله
 
 

*  مينه کې دومره ټيټېدل هم را ته نه و پكار
 شوم بې بها د لاوارث سړي د ويني په شان
 
 

* دواړه وو ستړي د رڼا په تقسيم
 لمر په ماښام، زه ماځيګر پرېوتم
 نن مي سپوږمۍ سره سيالي وكړله
 شپه مي كړه روڼه، په سحر پرېوتم
 
 

* ويلاى نه شم په خلوص به مي تومت ولګي
 د يو سړي په لمن وينم خپله وينه خلكو
 
 

لكه و چې مي ويل، د سهېل شاعري د ښكلا او ميني شاعري ده، يا به دا ووايم چې د ذات د اظهار شاعري ده۔ له دغسي شاعره سره به پخوا يکې يوه خبره ورسره وه او هغه دا چې:

        

زړه مي يو دى چې تا وړى
 بل نو خداى نه دى راكړى
 
 

او په دغه خيالي دنيا کې به يې ټول عمر شاعري وكړه، خو د نوې زمانې شاعر د حقيقي نړۍ شاعر دى او په حقيقي نړۍ کې لكه هر شى چې زړېده لري، داسي مينه هم زړيږي او مين دې ته ځان اړ بولي چې بيا او بيا يې نوې كړي۔ سهېل هم د نوي زمانې شاعر دى۔ د بل هر زاړه شي په شان زوړ محبوب هم په نوي بدلول په ژوند کې د تازګۍ پېدا كولو دپاره ضروري ګڼي:

 

* اوس خو نو خداى خبر چې ستا په تمنا تازه شم
 د نوي ميني په موسم شايد چې بيا تازه شم
 
 

* بيا به په خيال كومه زه د نوي ميني آغاز
 د تېر مزل مي لا په ياد دي سرابونه تمام
 
 

نوى سفر له يوه نوي همسفره سره
 سهېله! هېر به كړي له تا تېر عذابونه تمام
 
 

* دا ستا د ښكلي ميني تنده به په بل ماتوم
 ما ته د نوي ژوند دا نوې تجربه ده ګرانه
 
 

هر څو كه د سهېل شاعري د حسن و عشق شاعري ده، خو د حسن و عشق شاعري هم چې په ټوله معنا شاعري وي، هغه يواځي د شاعر خبره تر لوستونکې نه رسوي، بلكې هغه د يوې داسي هينداري په شان وي چې لوستونكى خپل باطن پکې ويني۔ خپلو اندېښنو، هيلو او ارمانو ته يې پام ور اوړي۔ مرام ته د رسېدو عزم يې نوى کېږي۔ په خاصه توګه بيا هغه لوستونكى چې له خپله مرامه سره عشق لري۔ دغه عشق كه يې له وطنه سره وي، كه له انسانه سره وي او كه له خدايه سره، دغسي شاعري يې لكه اور ته چې لمن وهې، دا رنګه يې تازه كولاى شي۔ له دې پرته په دغسي شاعري کې پخپله هم ځاى په ځاى داسي بېتونه راشي چې خارجي نړۍ او په هغې کې پراته يوه يا بل ستر مقصد ته اشاره كوي۔ لكه دا:

 

*   د دار په سر هم كه كېداى ي د رښتيا حفاظت
 باداره! وس راكړې چې وكړو د رڼا حفاظت
 
 

* د دښمن دويم فريق يم
 په خپل قتل کې شريك يم
 څه به پټ كړم ځان له خدايه
 هم ګناه يم، هغه تصديق يم
 زه سهېل يم خطاكاره
 نه علي يم نه صديق يم
 
 

په سر کې چې مو ويلي وو چې سهېل جعفر هر څو كه نظمونه هم ليكلي دي، خو دى په بنيادي توګه د غزل شاعر دى، نو په غزل خو يې دا يو وغږېدو، اس به يې راشو نظم ته، د ده د نظم ځانګړني هماغه دي كومي چې يې غزل لري۔ كه فرق شته نو بس هماغه دى، چې غزل او آزاد نظم يې له لويه سره يو له بله سره لري۔ په دا نو په دغه لړ کې ډېرو خبرو ته اړتيا شته۔ د نمونې په توګه كه يواځي يو نظم وړاندي كړو نو بس به وي:

 

جانان

 

د بڼو شپول مي چاپېر كړو

په ككو کې مي جانان خپل

له رقيبه

له غمازه

له جهانه

له هر چا نه

پټ ساتلو

مطمئن وم، پُر سكون وم

چې جانان به

زما له دغو پټو سترګو

څنګه وزي

او كه وزي

ځي به چرته

خو جانان له پټو سترګو

د ككو پاکې كعبې نه

لكه اوښكه

اووتلو

پرېوتلو

خاوري شولو

 

په پاى کې به بس دومره ووايم چې سهېل د سوهېلي پښتونخوا د ښو شاعرانو په لومړي صف کې ولاړ شاعر دى۔ خداى دي د نور ډېر كار توفيق وركړي۔

 



 

                                                                                      خليل باور

                                     

د ژوند حالات:  د ښاغلي خليل باور نوم خليل الرحمٰن  او تخلص يې باور دى۔ ده د اصلي نامه دويمه برخه پرې ايښې او لومړۍ برخه له تخلص سره يو ځاى كړې ده او خپل قلمي نوم يعني خليل باور ترې جوړ كړى دى، كلى يې د زيارت په مشهوره سيمه  کې دى او "كواسته" نوميږي۔ په خټه دوتاڼى دى۔ پلار محترم يې دين محمد نومېده چې په تانده ځواني کې د انګرېزانو په فوج کې د سپاهي په حېث برتۍ شوى او هغو رنګون (برما) ته استولى و۔ د انګرېزانو د وتلو په كال (۱۹۴۷ء) چې هند په دوه هېواده وېشل كېده نو سخت فسادات را پورته شول او بې حساب انسانان يې په اور لولپه شول۔ په دغه حالاتو کې ده د انګرېزانو له فوجه ځان را ويوست او بېرته وطن ته راستون شو، په كويټه کې له خپل يوه عزيز سره د هغه د تعميراتي لرګيو په ټال کې په مزدوريې په كار پېل و كړ۔ له واده كولو پس د كرايې په يوه مكان کې له خپلو بچو سره اوسېده۔ خليل باور همدغلته په ۱۹۶۲ء كال زېږېدلى دى۔ 

خليل باور تر شپږمه پوري د كويټي په اسلاميه سكول کې سبق ولوست۔ له دا پس پلار زيارت ته واستاوه۔ هلته يې سبق هم وايه او د خپل تره سره يې د كر او كروندې په كار کې كومك هم كاوه۔ چې لسم يې پاس كړ (۱۹۸۰ء) نو كورنۍ يې زياتي اجازه ور نه كړه چې دى خپلي زدكړي نوري پر مخ بوزي، خو ده د هغو خبره و نه منله او په كالج کې داخل شو۔ د ده د كور مالي حالت هسي هم ښه نه و، چې ده دغه سرزوري وكړه، بيا يې نو بېخي د هغو له مالي مرستي لاس وخوت۔ په تش لاس او خالي جېب څوك زدكړي جاري نه شي ساتلاى ځكه نو ده يو ځاى كار هم كاوه او سبق يې هم وايه۔ داسي له كالجه تر پوهنتونه ورسېد او له پوهنتونه يې په ۱۹۹۰ء كال کې په باييو كېمسټري کې ماسټري وكړه۔ 

په كويټه کې ماركر نامي يو فارسى و، هغه د دوا سازۍ يوه كارخانه درلوده، له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته خليل باور په دغه كارخانه کې پروډكشن آفيسر ولګېد۔ (۱۹۹۲ء) دولس كاله يې همدغلته كار وكړ۔ په دغه دوران کې يې په پښتو ادب کې هم ماسټري وكړه۔ له كارخانې څخه يې استعفا وكړه او په كالج کې استاد شو۔ وروسته يې له علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ څخه ايم فل هم وكړ۔ په ۲۰۱۰ء کې د پښتو اكېډمۍ غړى شو۔ دوه ځله د درو درو كالو دپاره د اكېډيمۍ جنرل سيكتر هم پاته شوى دى۔

د يوه شاعر د سوانح تر ټولو مهم اړخ د هغې ادبي اړخ وي، بلكې زه به دا ووايم چې د ده په سوانح کې دننه يوه بله سوانح، چې موږ يې ادبي سوانح بللاى شي، پرته وي۔ دغه سوانح هم زياتره د ده له كوره را پېل کېږي۔ د خليل باور والد محترم لوستى سړى نه و، خو د ژوند تجربو چې څه ور زده كړي وو، په هغو کې يوه خبره دا هم وه چې په فارسي او انګرېزي يې خبري كولاى شوې او د اردو او پښتو په ليك لوست هم پوهېده۔ په كور کې يې دوه كتابه ساتل، چې يو د پښتو منظوم قصص الانبياء و او دويم د اردو د فولكلوريكو قصو كتاب و چې قصې يې ده رښتيني قصې ګڼلې او په مجلسو کې به يې له خلكو سره شريكولې۔ د قصص الانبياء دپاره به ماښام ګاونډيان ورته راتلل او ده به هغه په ترنم ورته اوراوه۔ 

د ښاغلي باور د شخصيت د بنياد لومړۍ خښته همدغه كورنى چاپېريال بايد وګڼل شي۔ كله چې بيا دى زيارت ته لاړ او د پښتنو ثقافتي ژوند يې مخ ته راغى او هلته يې د سندرو په محفلونو کې برخه اخستل پېل كړل نو په وجود کې موجود شاعر يې په را پورته كېدو شو او ده پاى همدغلته لومړۍ سندره وليكله او بس شاعر شو۔

شاعري يوه دا ګټه لري چې په شاعر کې د كتاب لوستو شوق پېدا كړي۔ ښاغلى باور چې په كالج کې و نو د پښتنو لوستونكو په يوه ملت پال تنظيم کې شامل و او سياسي فعاليتونه يې كول۔ په دغه لار کې تر زندانه هم رسېدلى و۔ خو د كتابونو لوستلو پاى په دې پوه كړ چې دى د سياست دپاره نه، د ادب دپاره پېدا شوى دى، ځكه يې لاره بدله كړه او خپل پام يې ټول ادبي هلو ځلو ته واړاوه۔ پر كتابونو يې اخباري تبصرې هم وليكلې، له ملګرو سره يې د "تماس" په نامه يوه مجله هم را ويسته چې د شپږو ګڼو له را ايستلو پس بنده شوه۔ په رېډيو کې يې هم ډېر پروګرامونه وكړل۔ په كويټه کې د "ملګري ليكوال" په نامه يو ډېر فعال ادبي تنظيم و چې اولس اتلس كاله يې ادبي فضا توده او تازه وساتله، د هغه په جوړولو او چلولو کې د ده هم ونډه وه۔ ليكلي خو به يې ډېر څه وي خو اصل كاريې شعر، لنډه قصه او تكل ليكل دي۔ په كتابي بڼه يې "د تحقيق لارښود" نومي يو كتاب او يوه شعري ټولګه راغلي دي۔ د شعري ټولګي نوم يې دى "كه څهره مو نه وه"۔ مخته به د همدغي ټولګي په رڼا کې د ده پر شاعري باندي وغږېږو۔



د خليل باور شاعري

 

د كابل مېوې خوراك وې د توتيانو
 پرې را مات شول تور كارغان له هندوستانه
 
 

د خليل باور شعري ټولګه چې كله په لاس راغله او ما د سره اړولو را اړولو په نيت پرانسته، نو تر ټولو مخکې چې مي پر كومه غزل باندي سترګې ولګېدې، هغې دغه پورتنى بيت را ياد كړ۔ دغه بيت د خوشحال خان خټك دى چې شا و خوا څلور سوه كاله پخوا يې ويلى و۔ د حېرانتيا خبره دا ده چې له دومره اوږدې مودې پس لا هماغه تور كارغان د كابل پر مېوو باندي ګرځي را ګرځي او زموږ د نن شاعر هماغه د خوشحال خبره په خپل انداز تكرارولو ته اړ دى۔ د باور غزل داسي ده:

 

په يوه لاس کې مي ګل په بل کې اور دى
 يو نظر مي پر كابل، بل پر لاهور دى
 
 

 

نيم قتليږو او د نيمو توري سرې دي
 راشه ګوره په تقسيم کې څومره زور دى
 
 

د هشتګرد كه واقعي هم پښتانه دي
 بيا په كوټه پېښور کې ولي شور دى
 
 

د دې نسل ريښه ډېره ده ژوره
 تا چې څومري دى رېبلى، دومري نور دى
 
 

ژوند وژنه اوس معيار دى د مېړاني
 په دې ښار کې ژوند ساتل را ته پېغور دى
 هره دښته کې چې سوځم، دى را رسي
 د دعا سايه دار ښاخ زما د مور دى
 
 

محترم قلندر مومند په يوه ټيلي ويژني مركه يو وخت ويل، مخکېنۍ صدۍ د رحمان بابا صدۍ وې، مطلب دا چې د پښتو پر كلاسيکې شاعرۍ باندي د رحمان بابا رنګ غالب و، خو نوى دور د خوشحال دور دى۔ ده زياته كړه چې: "ما يو ځلي چرته د خوشحال پر شاعري باندي ليكچر وركاوه، په موجودو خلكو کې كامل صاحب هم ناست و۔ د ليكچر په دوران کې ما يو بېت د خوشحال په نامه ووايه۔ ليكچر چې پاى ته ورسېد او زه راغلم د كامل صاحب څنګ ته كښېناستم نو ده راته ويل چې دا بيت خو زما دى۔ د قلندر صاحب مطلب دا و چې د نن پښتو شاعي دومره د خوشحال په رنګ رنګېدلې ده چې ډېر ځله يې د خوشحال له شاعرۍ سره فرق كول ګران شي، وجه يې دا ده چې د نن د شاعر هم د خوشحال په شان هغو تورو كارغانو ته ور پام دى، چې خوشحال يې د كابل له مېوو په شړلو لګيا و۔ ښاغلى خليل باور هم د خپل دور يو ويښ شاعر دى، خوشحال رنګه دى هم د خپل اولس په را ويښولو داسي لګيا دى:

 

*    چې تېره يې كړي زموږ په لاس يې راكړي
 دغه توره د هغه پر سر ګوزار كړه
 خپل غيرت ورته وزري د مېږي شوې
 در په دره پښتانه خدايه پر لار كړه
 
 

*   موږ پېدا يو د فرعون و سركوبۍ ته
 څه عجب چې هر تدبير مو  ورته مار شي
 
 

*  باور و نه كړې په داسي غمخوارانو
 په لستوڼي کې د هر يوه خنجر دى
 
 

*         په دې ځنګل غوندي نړۍ کې د انصاف دعوېدار
 د سپين مرغه د بچو كور ته لكه مار ورشي
 
 

*      كه پر بارودو باندي مخامخ ورتلل غېرت دى
 شكر دى بيا نو د همدغه شي كمى نه لرم
 
 

موږ پوهېږو چې د دې پورتنيو بېتونو شا ته د وطن مينه پرده ده خو ښاغلى باور يواځي پر وطن مين نه دى بلكې د ښكلو مينه يې هم كړې ده او شعرونه يې ورباندي ويلي دي۔ هسي غزل خو ده هم زياته مناسبه د ښكلو د ميني دپاره۔ خو په غزل کې څرګندېدونكې مينه هم ډول ډول وي۔ مولانا حسرت موهاني په ناويشلي هند کې يو ښه ديني عالم، سياسي لارښود او د اردو غزل نامتو شاعر و۔ غزل يې ډېره شوخه وه۔ ده د غزل درې ډوله بيان كړي دي۔ عارفانه، عاشقانه، فاسقانه۔ او خپله غزل يې فاسقانه بللې ده۔ خو د خليل باور د غزل د ميني برخه نه عارفانه ده نه فاسقانه بلكې عاشقانه ده۔ حال دا چې دى د ميني تجربه هم لري او د بېلتانه تراخه يې هم څكلي دي، خو په غزل کې يوې يا بلي انتها ته نه دى تللى، په منځ کې ولاړ دى او عاشقانه ويل يې كړي دي۔ لكه دا:

 

*   په  هيڅ معيار پوره ختلي نه دي
                                  څوك چې د عشق په لاره تللي نه دي
 
*   لكه چې ګوتکې ته غمى په كار دى
                                   د زړګي منځ ته يو سړى پكار دى
 
*   د زړه داغونه پټ ساتم، هسي نه
                                  څوك ورته نخښي ستا د پله ووايي
 
*     خيال دي راشي، خوب مي وتښتي له سترګو
                                د دې دوو ښكلو بدي ده، ابدي ده
 
*  مينه رښتيا د ژوند معيار بدلوي
                                  د كاڼي وار د ګل په وار بدلوي
 
  *      په احتياط مي ژبه ور وړه د بارخو سطحي ته
                                 غرض مي نه و، ملايي مي د شودو كتله
 
 

د خليل باور كومه شاعري چې تر چاپ را تېره شوې او د لوستونكو لاس ته رسېدلې ده، هغه دومره ډېره نه ده، خو څومره چې ده په هغې کې رنګارنګي تر سترګو کېږي۔ د وطن او د ښكلو د ميني تر څنګ د ژوند نورو اړخونو او لوړو ژورو ته هم پکې كتل شوي دي او په دغه اړه ښه ژور بيتونه پکې لږ نه دي۔ دا يو څو بېلګي يې لومړى تاسي وګورئ۔ وروسته به يوه لنډه غوندي تبصره ورباندي وكړو:

 

                 *  لــه رفـعتونـو ډك نـظر غــواړمـه
                              زه په كوزه کې سمندر غواړمه
 
*    په ليدو ګل په كتو خار دى ژوندون
                             له ډېره وخته په ما بار دى ژوندون
 
*    د راتلو او تلو تر منځه چې پرته ده
                             زندګي بس همدغه يوه شېبه ده
 
*   د ژوندون له حقيقته دي اشنا كړم
                            په څه غم دي لويه خدايه مبتلا كړم
 
*  ادا نه شوم د ټول عمر په شندلو
                       په كتاب کې د سود خور ليكلى پور يم
 
*  كه تر سلو كالو پوري وي باوره
                         ما د ژوند لاره پى كړې تر نيمي ده
 
  *  كلي د ښار په ناروغۍ اخته شول
                          اوس حجره نه لري، ګودر نه لري
 
 

مخکې مي ويلي وو چې پر دغو بېتونو باندي به لنډه تبصره هم كوو۔ دغه تبصره كه پر هر هر بېت باندي وي نو خبره اوږديږي۔ ښه به دا وي چې نور لوستونكو ته پرېږدو، موږ لږ دا وروستي بېت ته ځير شو او دا بېت هغه اذيت ته اشاره كوي چې د تهذيب له يوه پړاوه بل ته د اوښتو په نتيجه کې د رامنځته شوي شكست و رېخت تر فشار لاندي زاړه ارزښتونه نوو ته ځاى خالي كوي۔ پښتني ټولنه د تهذيب په سفر کې لا د قبايليت په مرحله کې ده۔ د نړۍ يوه لويه برخه ډېره پخوا تر دغه مرحله تېره شوې ده۔ دوى حالاتو دي ته نه دي پرې ايښي چې مخته ولاړ شي۔ په خپلو كلو کې خوشحاله وو۔ ښارونو ته نه نزدې كېدل۔ اوس چې دغه مرحله ورباندي د راتلو په حال کې ده، نو دا اذيت خو به ارو مرو لري۔ بله دا چې دغه شاعر په ګوته كړى رنځ يواځي زموږ كله له ښاره نه اخلي، بلكې له لويه سره دا له غربه ټول شرق ته دى په را خورېدو ويني۔ دغه خبره په يوه نظم کې، چې عنوان يې پرمختګ دى، ښه روښانه شوې ده۔ نظم داسي دى:

 

هره حيا

            چې د مشرق له غرونو پورته شي

                             او سر ته راشي

نو حُسن، مينه او وفا هم

                        د عروج سطحي ته دوې نېزې شي

د نړۍ هر تهذيب زرغون شي

                     فكر رنګ واخلي

                                   ضمير وسپړي

لكه د لمر غوندي ورغړي د تكميل په هڅه

                             روان روان وي

                                           پاى فنا شي د مشرق په غېږ کې

 

لكه څنګه چې روايت دى، باور صاحب هم د خپلي شعري ټولګي په سر کې حمد او ورپسې نعت ليكلى دى۔ هم يې حمد ښكلى دى او هم نعت۔ زه يې د نعت په دغه ښكلي بېت سره خپله دا ليكنه پاى ته رسوم چې:

 

په لوړتيا کې دي رسوله نشته شك
 وايي خداى و رفعنا لك ذكرك
 
 




                                                                                 عصمت درانى

 


د ژوند حالات: د ښاغلي عصمت دراني د نيكونو ټاټوبى خو ارغسان دى۔ د ده پلار محترم ګلستان ته راغلى او دلته اباد شوى دى۔ ښاغلى عصمت همدلته په ګلستان (منګلزئ) کې زو كړى دى۔ د ۱۹۶۸ء كال د سپتمبر پنځلسمه يې د زوكړي نېټه ده۔ د پلار نوم يې احمد شاه او په خټه پوپلزى دى۔ دى لا ښوونځي ته د تلو عمر ته نه و رسېدلى، چې كورنۍ يې كويټي ته را كډه شوه او ده زدكړي همدغلته پېل كړې۔ تر پنځمه يې د هُدې په جامع سكول او له هغه وروسته يې بيا تر لسمه پوري زدكړي په تعميرنو پبلك سكول کې وكړې۔ د لسم په امتحان کې په ټول بلوچستان کې اول او په دوولسم کې بيا دويم نمبر راغى۔ بيا يې د بلوچستان له بولان ميډيكل كالج څخه په طب کې ايم بي بي ايس وكړ۔ وروسته يې د ماشومانو د ناروغيو په څانګي کې د تخصص سند واخست او د بولان ميډيكل كالج په همدغه څانګه کې يې د متخصص ډاكټر په توګه كار پېل كړ۔ اوس هلته پروفيسر او د دغي څانګي رئيس دى۔

د ښاغلي عصمت پلار د عربي او فارسي عالم و۔ ښه شعري ذوق يې لاره۔ د فارسي د كلاسيکې شاعرۍ ژوره مطالعه يې درلوده۔ له دې پرته يې وروڼه هم د ذوق خاوندان وو او له كتابه سره يې علاقه درلوده۔ په دا نو دى چې په ښه و بد پوه كېده، په كور کې يې لور په لور بس كتابونه او كتابونه وو۔ په دا هسي چاپېريال کې به ارو مرو د ده هم له كتابه سره تړاو پېدا كېده او په وجود کې چې يې كوم شاعر و، هغه به را بېدارېده۔ ځكه ده شاعري په ډېر كم عمر کې پېل كړه۔ په سر سر کې يې يواځي په پښتو کې شعر ليكه، خو ورو ورو يې د اردو شاعري ته پام ور واوښت او پېل يې په وكړ۔ له ښه مرغه يې د ځوانۍ په ابتدا کې ناسته ولاړه د اردو له داسي شاعره سره پېدا شوه، چې په بلوچستان کې د اردو تر ټولو ښه شاعر، د شعر په رموز پوه او د شاعرانو استاد و۔ دغه شاعر ارواښاد عين سلام و۔ د ښاغلي عصمت له سلام صاحب سره تر مرګه ډېره ټينګه دوستي وه، ځكه د ده د اردو شعر زيات پوخ او خوندور دى۔ په پښتو کې خو استادي او شاګردي نشته۔ دغه سفر ښاغلي عصمت په يواځي سر طى كړى دى۔

ښاغلي عصمت شاعري ډېره كړې ده تراوسه يې شپږ شعري ټولګي په اردو او شپږ په پښتو کې راغلي دي۔ د دغي ټولي شاعرۍ يو غور چاڼ يې پخپله په انګرېزي هم ژباړلى او چاپ كړى دى۔ اكادمي ادبيات پاكستان هر كال د پاكستان د بېلا بېلو ژبو په همدغه كال د چاپ شوو ټولګو له منځه يوه يوه ټولګه د جايزې (انعام) دپاره غوره كوي۔ دغه جايزه يو ځل ښاغلي عصمت هم ګټلې ده۔ همدغسي جايزه د بلوچستان حكومت هم هر كال وركوي۔ دغه صوبايي جايزه يې عصمت ته په اردو او پښتو کې اووه ځله وركړې ده۔ د صوبايي حكومت Excellence Award هم ده اخستى دى، ده د خپلي شاعرۍ دوه كلياته هم چاپ كړي دي۔ په يوه کې يې د خپلي اردو شاعرۍ شپږ ټولګي سره يو ځاى كړي دي۔ دا بل يې بيا پښتو شعري كليات دى۔ په دې کې د ده د پښتو ټوله شاعري ده۔ په راتلونكو پاڼو کې به يې موږ په همدغه كليات کې راغلي پښتو شاعرۍ ته كتنه كوو۔ دغه كليات لومړى ځل په ۲۰۱۸ء كال او دويم ځل په ۲۰۲۳ء كال کې د صحاف نشراتي ادارې كويټي په اهتمام چاپ شوى دى او نوم يې دى: "په دې كاڼو کې غمي دي"۔

د ښاغلي  عصمت دراني شاعري

 

ښاغلى عصمت درانى په هغو ځوانو شاعرانو کې راځي چې د شعر ويلو دپاره ښه زرخېزه ذهن لري، لكه مخکې چې هم وويل شول، په پښتو او اردو کې يې شعري ټولګي تر دوولسو رسېدلي دي۔ د شعر ژبه يې رڼه او روانه ده۔ په كلام کې يې تازګي شته۔ كه زړه خبره كله وكړي، نو هغه هم زړه نه ښكاري۔ كه دى وايي چې: "د اسمان د ګردشونو ذكر کېږي / او زما خپله پياله ګرځي په خيال کې" نو دا يو بل ته مخامخ دوه ګردشونه د يوه ښه ذوق لرونکې لوستونکې په ذهن کې د معنا يوه دنيا را پورته كولاى شي۔ د خمرياتو په دنيا کې د پيالې متبادل ټكى جام دى۔ وګورئ ښاغلي عصمت دغه سيمبول څومره په سهولت او څومره په بې ساختګي كارولى دى۔ وايي:

 

كله كله يې و ما ته پام را واوړي
 د ساقي له خوا د ميو جام را واوړي
 
 

د دغو دوو ټكو په شان د غزل په دنيا کې له خمرياتو سره تړلي ڼور هم ډېر سيمبولونه داسي وبوله چې له زرو كالو راهيسي سره اوړي را اوړي او په دغه دومره اوږده موده کې دومره ژوول شوي يا پايمال شوي دي چې اوس يې شاعران ډېر كم كاروي۔ ښاغلى عصمت يې هم نه كاروي خو چې و يې كاروي نو زړتيا ته يې د لوستونکې پام نه ور اوړي بلکې د ده د اسلوب په اوبو لكه وينځل شوي داسي شي۔ لكه دا غزل:

 

چې مي ځوان كاندي هغه شراب پكار دي
 زما جام لره زاړه شراب پكار دي
 
 

زه آسمان ته د شفق دپاره ګورم
 زما شنه پياله او سره شراب پكار دي
 
 

ضروري ده چې د زهرو پياله وڅښي
 كه د چا د ژوندانه شراب پكار دي
 
 

چې بې رنګه پاته نه شي محفلونه
 زه خو وايمه، يو څه شراب پكار دي
 
 

ته چې ښې خبري غواړې له عصمته
 ښو خبرو لره ښه شراب پكار دي
 
 

د ښاغلي عصمت د كلام منځپانګي ته كه نظر كوو نو: "دا يو ډول ګڼ اړخيز شاعري ده، د ژوند بېلا بېل اړخونه پکې په ځلبلا دي، خو په هغه معنا مقصدي شاعري نه ده چې مقصد ورباندي له بهر تپل شوى وي۔ دلته چې شاعر څه ويلي دي، هغه يې تر داخلي فشار لاندي ويلي دي۔ خپل چاپېريال چې ذهن ورتخنولى دى، خندلي يې دي او چې دړدولى يې دى ژړلي يې دي، خو نه دغه خندا قهقه ده او نه دغه ژړا د وير چېغي۔ دلته په هرڅه کې نرمي پرته ده، پوستوالى پکې پروت دى۔ هسي خو زموږ چاپېريال خوږمن دى، اولس خوږمن دى، شاعر خوږمن دى، ځكه به دلته خندا كمه او ژړا زياته وي او ژړا هم د پټې  خُلې په ژړا د چا زړه نه تشيږي، كه نه غواړي هم آواز ترې پورته شي۔ خو دغه فضا داسي شاعرانو ته هم اړتيا لري چې د ټول ژوند آهنګ د اعتدال نقطې ته راولي۔ د ښاغلي عصمت شعر د اعتدال تر نقطې چاپېره چورلي۔ دغسي شعر كه دي ژړوي نو هم بس ژړغونى به دي كړي او كه دي خندوي نو د مسكا تر كرښه به دي وا نه ړوي"۔ 

راقم الحروف د ده پر پښتو شعري كليات باندي يوه لنډه غوندي سريزه ليكلې وه، دغه پېراګراف له هغې ځكه را اخستل شوى دى چې زموږ خبره ورباندي روښانه كېداى شي۔ مخته به د ده د كلام يو څو نمونې وړاندي كړو۔ لومړى يې دا يوه غزل وګورئ:

 

چې آرام كومه، دى را باندي راشي
 اضطراب لكه زمرى را باندي راشي
 
 

ښه به دا وي چې نيمګړى كار پوره كړو
 داسي نه وي چې مرګى را باندي راشي
 
 

چې په لاره کې تا ووينمه كله
 نو په مني کې سپرلى را باندي راشي
 
 

زما اوښکې بې سببه نه بهيږي
 د سوځلي زړه لوګى را باندي راشي
 
 

را بهر كړي ما د غم له دې كوهي نه
 كشکې داسي يو  سړى را باندي راشي
 
 

فطرت هم د ښاغلي عصمت د شاعرۍ يوه موضوع ده۔ د ده د اردو او پښتو په شاعري کې د فطرت ډېري نندارې انځور شوي۔ له ځينو ځناورو پرته يې پر بېلا بېلو مرغانو باندي هم نظمونه ليكلي دي۔ په دغو مرغانو کې باز هم راځي۔ دغه پر باز باندي ليكل شوى نظم يې تاسي هم وګورئ:

 

په خلوت کې وي خوشحاله
 جوړوي په غره کې ځاله
 
 

خپل غني فطرت يې ژغوري
 هم له دامه هم له جاله
 
 

په جلال کې يې جمال دى
 خالي نه دى له جماله
 
 

چې وي كله په هوا کې
 لاندي نه ګوري له خياله
 
 

پر هيچا يې تکېه نشته
 بې له خپله پر و باله
 
 

له آهنګه بې پروا دى
 بې نيازه دى له تاله
 
 

په يوه غوټه کې باسي
 دواړي سترګې له غزاله
 
 

لكه وړاندي چې مو ويلي وو، د ښاغلي عصمت شاعري ګڼ اړخيزه منځپانګه لري۔ سړى دا نه شي ويلاى چې دى د دې يا هغې موضوع شاعر دى۔ په دغه اړه چې يې د كلام كومو اړخونو ته اشاره وشوه، له هغو پرته يې پخپله د ژوند په اړه هم پوښتني پورته كړي دي او وايي:

 

ژوند

 

ژوند بڅرى دى كه اور دى
 كه سكروټه ده كه سكور دى
 كه ذره ده كه آفتاب دى
 كه لوګى دى كه سحاب دى
 كه بهشت دى كه سقر دى
 كه سفر دى كه حضر دى
 كه مجاز كه حقيقت دى
 كه سكون كه حركت دى
 كه فراز دى كه نشېب دى
 كه هيڅ شى نه دى فرېب دى
 
 

دغه نظم سړي ته نامتو فلسفي ډيكارټ وريادوي۔ ښاغلى ډيكارټ حقيقي علم ته د رسېدو دپاره د شك مېتود كاروي۔ دى پر خپلو ټولو باورونو باندي شك كوي، تر دې حده چې پر خپل ځان باندي هم شكمن دى۔ نه پوهيږي چې دى شته كه نشته؟ خو يو شى داسي دى چې د ده دپاره تر شك بالا تر دى او هغه دى پخپله "شك" ده ته معلومه ده چې دى شك كوي ځكه وايي چې شك كوم خو نو سوچ كوم او چې سوچ كوم خو نو زه يم۔ د فلسفې په دنيا کې د ده يوه جمله له هماغه وخته راسي اوړي را اوړي او هغه دا چې: "زه سوچ كوم ځكه زه يم" ښاغلى عصمت هم كه دغه مېتود وكاروي او ووايي چې زه پر ژوند باندي شك كوم او چې شك كوم خو نو سوچ كوم چې سوچ كوم خو نو ژوندى يم۔ چې ژوندى يم خو نو ژوند شته۔ هسي فرېب نه دى۔ او چې شته او فرېب نه دى، بيا يې نو په اړه دا نورو پوښتنو ته جواب موندل ناشونې خبره نه ده۔

ښاغلي عصمت چې كوم بحرونه كارولي دي، په هغو کې هم اوږده او هم لنډ بحرونه شته۔ خو لنډ بحرونه داسي ښكاري چې د خپل دور تر نورو شاعرانو په نسبي توګه ده ته زيات زړه راكښون لري۔ ډېري غزلي او ډېر نظمونه يې په بېخي وړو بحرونو کې ليكلي دي۔ د ده شاعري هسي هم ګرانه نه ده، چې بحر يې دومره لنډ وي، بيا نوره هم اسانه شي۔ لكه دا نظم چې عنوان يې دى "پند":

 

مځکې ته ګوره

آسمان ته ګوره

پولي ته ګوره

مېدان ته ګوره

ګټي ته ګوره

تاوان ته ګوره

ګرځه را ګرځه

جهان ته ګوره

خو كله كله

و ځان ته ګوره

 

هسي خو له لويه سره د انسان پام په جهان کې بند وي، ځان ته يې كم ور پام کېږي۔ دا اوسنۍ زمانه خو بيا دومره په منډه ده چې ځان يې بېخي هېر دى۔ دغه هېر زړي انسان ته د ځان ور يادولو خبره په څومره ښه توګه په دغه واړه نظم کې ځاى شوې ده۔ همدغسي يو بل ووړ نظم به يې هم درسره شريك كړم۔ د دغه نظم عنوان دى "انقلاب" موږ او تاسي خبر يو چې انقلاب څومره فراخه موضوع ده۔ دغه ووړ نظم چې سړى ولولي نو داسي ورته وبرېښي لكه ټوله خبره چې پکې سمه سره را غونډه شوې وي۔ نظم داسي دى:

 

د ځينو خلكو

نومونه ورك شي

د ځينو خلكو

بابا ملك شي

د ځينو خلكو

پېټي درانه شي

د ځينو خلكو

زړونه ساړه شي

او بيا يو نوى

بدلون پكار شي

له دې بدلونه

خلك بېزار شي

 

د ښاغلي عصمت شاعري ښه ډېره ده۔ نور څه هم ورباندي ويل كېداى شي، خو خبره اوږديږي۔ ځكه يې نو بس په همدغه پورتني نظم باندي پاى ته رسېدلې ګڼو۔
 




                                                                                                حبيب "س"



 

د ژوند حالات:  كوم نوم چې مور و پلار ورباندي ايښى دى، هغه دى حبيب الله او كوم تخلص چې ده پخپله ځان لره خوښ كړى دى، هغه دى "س" د قلمي نامه دپاره يې د خپل اصلي نامه څخه حبيب را اخستى او تخلص يې ورسره ملګرى كړى دى۔ داسي حبيب "س" ترې جوړ شوى دى۔ د شعر زياتره لوستونکې يې په دغه تخلص کې يو ډول "پر اسراريت محسوسوي۔ هر څو كه ورباندي غور وكړي نو "س" ورته دا نه وايي چې زما مطلب څه دى؟ دى پخپله هم د خپل تخلص په شان زياتره پټه خُله وي، خبري لږي كوي، خو شعر يې خبره نه پټوي۔ له خپل لوستونکې سره سم ګاييږي۔ كومه خبره چې لري، هغه ورسره شريكوي۔

ښاغلى حبيب "س" د ۱۹۸۴ء كال د جولای د مياشتي په اتمه په كويټه کې وزوو۔ چې مكتب ته د تلو شو نو مور و پلار د همدغه ښار په جامعه سلفيه پبلك هاى سكول کې داخل كړ۔ لس كاله يې همدغلته زدكړي وكړې۔ له دا پس يې دوه كاله د كويټي په ګورنمنټ ساينس كالج کې درس ولوست۔ د دوولسم تر پاى ته رسولو وروسته د كويټي په ګورنمنټ ډګري كالج کې داخل شو۔ په دوه كاله کې يې د بي اې (بېچلر آف آرټس) امتحان له همدغه ځايه پاس كړ۔ وروسته د بلوچستان يونيورسټۍ د انګرېزي ادبياتو په څانګه کې دوه كاله په زدكړو بوخت پاته شو۔ په دوه زره اتم عيسوي كال کې يې له دغه ځايه د ماسټرۍ ډګرۍ واخسته۔ په دا بل كال کې د قلعه سيف الله په كېډټ كالج کې د انګرېزي ليكچرر شو، يو كال وروسته د صوبايي تعليم د كالجونو په څانګه کې استاد ولګېد۔ اوس د كويټي په ډګري كالج کې د اسسټنټ پروفېسر په توګه درس وركوي۔

د ښاغلي حبيب "س" د پلار نوم عبد الهادي عطايي دى، پلار و نيكه يې پښت په پښت عالمان او اديبان راغلي دي، د شعر و ادب ذوق ده ته له هغو په ميراث رسېدلى دى۔ په كور کې يې كتابونه ليدل را ليدل او ادبي بحثونه يې اورېدل را اورېدل۔ دغه چاپېريال پاى د ده په خټه اخښلې شعري وړتيا هم را ويښه او دى يې شعر ويلو ته وهڅاوه۔ له دا پس يې بيا شعر ويل كار ګڼلى دى او دغه كار په سنجيدګي سره كوي۔ تراوسه يې دوه كتابه چاپ شوي دي۔ د لومړي كتاب نوم يې د رنګ اور دى۔ دغه كتاب په ۲۰۱۶ء کې د كويټي قلات پبلشرز اېنډ پرنټرز چاپ كړى او خپور كړى دى۔ دا بل كتاب يې بيا د رنګ تنده نوميږي۔ دا بيا په ۲۰۲۱ء کې په كويټه کې كتابونه خپرندويه ټولني چاپ كړى او خپور كړى دى۔ په دغه كتابونو کې څنګه شاعري راغلې ده، مخته به پر هغې باندي وغږېږو۔

 

 د حبيب "س" شاعري

 

په پښتو کې غزل زياته ليكله کېږي۔ وجه يې ښايي دا وي چې نظم چې ليكې نو د مخه به دي يو خيال ذهن ته راځي، بيا به هغه ته د نظم جامه ور اغوندې۔ هغه شاعران چې په ذهني توګه كوړك وي يا د شاعرۍ د زېږولو وړتيا پکې كمه وي، له هغو سره دغه رنګه خيال نه وي، ځكه نو غزل ته مخه كوي۔ غزل بس يواځي يوه مصرعه غواړي، چې مصرعه دي په يوه يا بله توګه ورته را پېدا كړه، نور بېتونه بيا قافيه درته راوړي، مګر خبره دا ده چې قافيه خو به يې نو هم ستا له ذهنه را باسي۔ ستا په ذهن کې كه څه نه وي نو لويه خبره به دي په غزل کې له كومه راشي، په دا نو د نوو شاعرانو هجوم لكه د غنمو فصل دا رنګه دى، ټول بوټي يې يو ډول دي خو كله كله يو و نيم بوټى دلته يا هلته داسي هم را پېدا شي چې له نورو شاعرانو بېلوالى لري۔ ښاغلى حبيب "س" ما ته دغه رنګه يو بوټى ښكاري۔

زما د خبري مطلب دا دى چې حبيب په سوهېلي پښتونخوا کې په خپلو همزولو شاعرانو کې بېل رنګ او بېل آواز لري او بېل آواز پېدا كول د يوه شاعر دپاره تر ټولو ګرانه مرحله وي۔ كه دا ووايو چې دغه مرحله چې سر كړي هله يو څوك په شاعرانو کې حسابيږي، نو بېځايه خبره ښايي نه وي او حبيب په  شاعرانو کې حساب داسي يو شاعر دى چې شاعرۍ ته چې يې ورګډ شې نو ژر به پوه شې چې دا ځلمى د كولو دپاره خبره لري۔ دغه خبري ته هغه د غزل جامه ور اغوستې ده، خو د غزل تر څنګ يو څه نظمونه هم لري۔ د نظم او غزل ژبه او مزاج يې يو دى۔ د دغه رنګ او مزاج اندازه يې له دې يو څو بېتونو څخه ولګوئ:

 

*  د ترخو يادونو غرونه مي په شا دي
 كني لار د ژوند د هر غره، د ختو ده
 
 

*  يو مجذوب ويل ښارو ته ځكه نه ځم
 په رڼاوو کې رڼا را نه ورکېږي
 
 

 * د ترخو ترخو قصو راوي ته وايه
 د ژوند شور د ګل په ذكر خوږېداى شي
 
 

 

* سربازۍ! د بې صبرۍ لمنه نيسه
 صبرېدل لويه ګناه ده و خپل وار ته
 
 

*   څوك خو دا مېرمن د حسن په دې پوه كړئ
 چې څه زده كړي د سپوږۍ له سخاوته
 
 

*  بس د سوز په نامه څيز ورپکې ګوره
 د كلام له زېر و بمه بې پروا شه
 
 

د غزل هر شاعر د خپلي خوښي يو څو داسي ټکې لري چې بيا بيا يې كاروي او په مرسته يې نوي نوي انځورونه جوړوي۔ د ښاغلي حبيب "س" يو ټكى ډېر زيات خوښ دى او هغه دى "رنګ" د ده هر كتاب چې را پورته كړې او تر پرانستلو مخکې يې نامه ته وګورې نو همدلته به بيا دغه ټکې ته مخامخ شې۔ د ده د يوه كتاب نوم دى "د رنګ اور" او د بل هغه دى "د رنګ تنده" بيا چې دننه په كتاب کې مزل پېل كړې نو پر هر مخ باندي به دي پر دغه ټکې باندي بيا بيا نظر پرېوزي۔ ان تر دې چې د كتاب په وروستۍ پاڼه کې به هم دغه ټكى د رخصت دركولو دپاره خپل مخ ته ولاړ ووينې۔ ښاغلي حبيب چې دغه ټكى څنګه كارولى دى او څنګه يې د خپلي خبري د څرګندولو دپاره مرسته ترې اخستې ده، په دغه لړ کې د ده له دواړو كتابونو څخه ما په چاڼ يو څو بيتونه را ايستلي دي، تاسي يې هم وګورئ:

 

* د وحدت له بركته رنګيني ده
 د رنګونو په يووالي کې كمال دى
 
 

*  ستا راتلل و باغ ته څه وي ګل اندامي
 بس رنګونه په رنګونو ګډول دي
 
 

*   رنګ كه رنګ اخلي له تا د سترګو رنګه
 اور هم اور اخلي له تا د زړګي اوره
 
 

*  د سوځليو رنګو اور ورباندي بل و
    ژونده! موږ په رنګ د خيال بيا رنګولې
 
 

*   ستا د رنګ د يو بڅري هومره نه شوې
    كه په برخه مي هر څو آتش كدې شوې
 
 

* خوار نظر مو لار نيولې همسفره!
   ژوند له رنګه و پټ رنګ ته سفر غواړي
 
 

*    كه د درد په حساب رنګ وېشل دستور شي
     زر ګلزاره به زما په نوم منظور شي
 
 

*  د ګل جام په لاس نيولى بهار وايي
   دا غوټۍ هم پېمانې دي د رنګونو
 
 

ښاغلى حبيب چې څه ډول شاعري كوي، د هغه تشريح دى پخپله څنګه كوي؟ دا خبره موږ د ده په يوه نظم، چې عنوان يې دى "محل" کې كتلاى شو۔ د هيلو پر بنسټ باندي د ولاړ دغه محل مينارونه له آرزوګانو او دېوالونه يې د خوبونو له رنګونو څخه جوړ دي۔ له لسو "څلور ميسرييزه" بندونو څخه ساز دغه خيالي محل د ده د شاعرۍ محل دى۔ په دې محل کې مېتشه څوك چې څنګه ژوند تېروي، په لاندينو دوو بندونو کې د هغه حال وګورئ:

           

چې ګرمي مي وجود سوځي
 نو د زلفو له خيالونو
 بيا د هر خيال له څپو نه
 را رسيږي شمالونه
 
 

چې سوړ ژمى واوري ويشي
 يو بڅرى د اور نه وي
 دلته يخه شپه سبا كړي
 د تودې غيږي يادونه
 
 

د خپلي شاعرۍ په محل کې استوګن دغه معمار دا تمنا هم لري چې د لوستونکې په توګه څوك د ده د هنر د كتلو او ستايلو دپاره دغي ماڼۍ ته وردننه شي خو تر ورننوتو د مخه به د ده دا شرط پوره كوي چې:

           

دا محل كه ليدل غواړي
 دې محل ته كه راځي څوك
 نو به باسي د هډوكو
 او د غوښي لباسونه
 
 

د خيال په دنيا کې د اوسېدونكو شاعرانو روايت موږ لرو، له حميد او كاظم خانه را نيولې بيا تر ننه دغسي کېږي۔ او په دغه توګه منځته راغلې شاعري زموږ د شعري پنګي يوه لويه برخه جوړوي، مګر له پنځوسو كالو راهيسي روان جنګي شور په دغسي ماڼيو کې د ناستو شاعرانو پام هم ځانته اړولى او تر دېوال سر ور پورته كولو ته يې اړ يستلي دي۔ پاى دوى هم خپلو خيالي دردونو ته د دغو حقيقي دردونو مالګه ورګډه كړې او د خپلي شاعرۍ خوند يې پرې ښه كړى دى۔ هر څو كه يو شمېر شاعران داسي بيا هم شته چې نه د جنګ د لګېدلي اور د لمبو څرپى او نه د غورځېدونکې ويني شوركى اوري او نه يې اورېدل غواړي۔ بس خپل خيالي دردونه سره اړوي را اړوي، مګر ډېرى يې د حبيب "س" په شان داسي دي چې په دغه اړه يې شاعري بېخي بې نمكه نه ده۔ په دغه لړ کې تاسي د ښاغلي حبيب دوه نظمونه كتلاى شئ چې د يوه عنوان دى "د زخمي وطن نظره" او د بل هغه دى "سوى ګلشن"۔

د بل هر هنرمند په شان شاعر هم زياتره ليدل کېږي چې د ناقدرۍ شكايت كوي۔ د هغه خيال وي چې په شعر کې چې يې څومره خواږه پراته دي، زمانه دې ته هم تياره نه ده، چې هغه وڅکې۔ ښاغلى حبيب هم شاعر دى، دى هم له زمانې ماڼېجن ښكاري بلكې په خپل كلام کې يې ځاى په ځاى د دغي خبري اظهار هم كړى دى، په دغه لړ کې د ده په دويم كتاب کې د ده دوه نظمونه "د هنر فرياد" او "د بل وطن" تاسي كتلاى شئ۔ په لومړي کې د تصوير او نغمې په شان شعر هم وايي كه يې د اورېدو دپاره غوږ نه وي نو څنګه به پايي او په دا بل کې بيا د بې قدرۍ علت پردى وطن بولي۔ اوس نو وطن پردى ولي دى؟ په دې خو پوه نه شوم، خو دا راته څرګنده شوه چې د ده په خيال د ده هنر ته د قدر په سترګه نه دي كتل شوي۔ د دغو دواړو نظمونو يو يو بند وګورئ:

 

*   زه د شعر په سوې څړيكه بيا لمبه شوم
 وې يې هر ټكى مي ژوند دى حركت دى
 راز د سر كه د ځيګر دى ما را وړى
 هره كرښه کې مي رنګ رنګ حكايت دى
 د خپل سوز په لمبه سوى زما زړه شو
 خو زما نصيبه زړه د آدم نه شو
 
 

* بې قدرۍ كه يم هر څومره كړولى
 حق مي نشته د ګيلې، د بل وطن دى
 پر هر ګام باندي د بل تر قدم لاندي
 زما خيال، يا مي نظر دى چې دفن دى
 
 

ښاغلى حبيب په ظاهري توګه د شعر د څركولو پر ځاى دا هڅه كوي چې پخه خبره پکې ځاى كړي او ژبه يې پخه وي۔ غزل په ښو مځكو او ښكلو رديفونو ښه څركېدلاى شي۔ د ده په غزلو کې يا خو رديف وي نه او كه وي نو هم يو سېلابيز غوندي رديف وي، لكه وي، دي، شي، شته، کې او داسي نور۔ موږ مخکې ويلي وو چې ده "رنګ" ټكى په لويه پيمانه كارولى دى۔ خو رنګ بس خالي رنګ دى، موږ پوهيږو چې رنګ ډېر ډولونه لري لكه: تور، سپين، زېړ، سور، زرغون، شين، خړ او داسي نور او له هر يوه سره ډېر تصورات تړلي وي، چې سم وكارول شي نو په مرسته يې بې شماره انځورونه جوړېداى شي، خو زموږ شاعر ټول كار يواځي د "رنګ" له ټکې اخلي۔ همدغه رنګه هر خيال چې د شاعر ذهن ته راځي، هغه له خپل مزاجه سره سم بحر له شاعره غواړي او د بحرونو ډېروالى شاعري له يكسانيته هم ژغوري او رنګارنګي يې زياتوي، خو حبيب دغه كار ته هم ځان اړ نه بولي۔ د ده شاعري له يوه يا دوو شيانو پرته، ټوله په يوه بحر کې ده۔ دغه هرڅه ښيي چې ښاغلى حبيب د خپل شعر په جوهر ډاډه دى۔ ظاهري كړه وړه يې مهم نه بولي۔ د خاتمې په توګه يې دا يو غزل لا وګورئ:

                    

                    

د حسرت په سرو لمبو کې پاته زه شوم
 د جانسوز حسن هوس ته لمبه نه شوم
 وې يې راشه تر ما پوري ځان دي پرېږده
 وې مي دا يم له خپل ځانه په واته شوم
 دا ستم په ما رقم كړئ قلم پرېږدئ
 زه د ژوند په تناره کې تور سكاره شوم
 غرونه غرونه خودداري مو وه تر منځه
 لوى دريابه! را نزدې وې اوبه نه شوم
 ستا په غېږ کې نه ويدېږمه وييښ ښه يم
 بيا بېلتون په خوب کې وينم كه ويده شوم
 
 

 



 

                                                                                 محمد نسيم ايثار

 

د ژوند حالات: ښاغلى نسيم ايثار د ږوب په يوه لري پرته سيمه، چې قمر دين كارېز يې بولي، کې زېږېدلى او د وړوكوالي شپې يې همدغلته تېري شوي دي۔ د پښتني وطن په دغسي لري پرتو سيمو کې خلك له ډېرو بنيادي اسانتياوو څخه بې برخي وي، تر دې چې د ماشومانو دپاره د ابتدائي زدكړو بندوبست لا هم نه وي۔ ښاغلى نسيم په دې خو بختور و چې نړۍ ته د راتلو په وخت يې يو ابتدائي ښوونځى دغلته موجود و او دى چې ښوونځي ته د تګ عمر ته ورسېد نو همدغه ښوونځي ته پلار واچاوه، دوه كاله يې زدكړې هم رواني وساتلې، خو بيا حالات څه دا ډول شول چې دى يې زياتي دې ته پرېنښود چې د زدكړو دغه عمل جاري وساتي، ځكه يې نو له ښوونځي سره خداى په اماني وكړه۔

ښاغلى نسيم ايثار د محترم حاجي سلطان جان زوى او د صوفي سيد محمد لمسى دى۔ په خټه نوروز خېل تره كى او په ۱۹۸۴ء كال کې زېږېدلى دى۔ لكه وړاندي چې مي وويل، په قمر دين كارېز غوندي ځاى کې د هر وګړي دپاره د روزي ګټلو ښه امكانات ډېر لږ وي، په خاصه توګه بيا د داسي چا دپاره چې كر و كرونده يې هم نه وي۔ په دا نو حاجي صاحب سلطان جان په ۱۹۹۲ء كال کې كويټي ته را كډه شو او دلته ښاغلى نسيم بيا ښوونځي ته په تلو راتلو شو، خو دغه تګ راتګ هم تر ډېره روان پاته نه شو۔ د كور كمزوري مالي حالت حالت درې كاله وروسته بيا دې ته اړ يوست چې زدكړو ته شا كړي۔ پنځه كاله وروسته بيا په يوه سركاري ښوونځي کې داخل شو۔ زدكړي چې يې تر اوومه ورسولې نو ځان يې زياتي ملا وباله او د روزي ګټلو او شعر ويلو په نيت دنيا ته ورګډ شو۔ اوس لګيا دى دغه دواړي چاري پر مخ بيايي۔

د شعر زړه راكښون ته چې د هلكتوب په شپو کې د ده پام د چا په سبب واوښت، هغه د ده د تره يو زوى و، چې نوم يې و نوراجان او تخلص يې نور يار كاوه۔ ښاغلى نور يار شاعر و۔ د سندرو په محفلونو کې به يې خپل او هم د نورو لويو شاعرانو شعرونه په ترنم ويل، د محفلونو تر څنګ يې له راډيوګانو سره هم د قلم له لاري اړيکې ساتلې۔ شعرونه به يې ورلېږل او هغو په خپلو ادبي خپرونو کې خپرول۔ ښاغلي نسيم چې به دا هرڅه اورېدل نو ډېر خوند به يې وركاوه۔ زړه به يې غوښتل چې دغه كمال كشکې دى هم ولري۔ داسي دغه شوق او دغه خواهش دومره وهڅاوه چې پاى شاعر شو۔

كله چې يو ځلمى په شعر پېل وكړي نو تر ټولو لومړنۍ اړتيا چې محسوسه كړي، هغه دا وي چې چرته څوك داسي لارښود پيدا كړي، چې د دغه لاري په لوړو او ژورو يې پوه كړي۔ په اردو کې دغه د استادۍ او شاګردۍ سلسله ډېره ده۔ هر شاعر چې وپوښتې نو يو استاد يې لرلى وي۔ هغوى ولي چې د شعري وزن پوهني يو نظام لري، نو شاګرد ته يو خو د هغه "الف بې" ور زده كړي، بل يو څه صنايع او بدايع هم وروښيي۔ بيا چې هغه ته كله څوك د شاګردۍ دپاره راشي نو دى پوهيږي چې څه ور زده كړي۔ خو د پښتو په شاعرانو کې دغه شاګردي او استادي نشته۔ كه يو شاعر يو څوك شاګرد كړي نو په دې نه پوهيږي چې څه ور زده كړم۔ ښاغلى نسيم بختور دى چې عبد الله جان هلمندي په شاګرد ومانه۔ د وزن پوهني يا كوم بل داسي علم چې د پښتو له يوه شاعره يې زده كړى وي، له هغه سره هم نه و، نو د بديع البيان فارسي كتاب يې ور شروع كړ، خو تر هغه مخکې يې له نامه سره تخلص ور وتاړه او دى له محمد نسيم څخه نسيم ايثار شو۔ ښاغلي ايثار ته خپل دغه استاد وروسته خبره دا وكړه چې شاعري كولاى شې، ځه دغه كار ته زياتي ملا وتړه۔

يو ځلمى چې په شاعرۍ كله پېل وكړي او څه شيان وليکې نو دې ته يې تلوار وي، چې چرته مشاعرې ته لار پېدا كړي او له دغه لاري شاعرانو ته ورګډ شي۔ چې داسي وشي نو دغه لومړنۍ تجربه يې بيا ټول عمر په ياد وي۔ ښاغلى ايثار هم چې د بل هر شاعر په شان د خپلي دغه لومړنۍ تجربې په دوران کې تر كوم ذهني کېفيت تېر شوى و، هغه يې ټول په ياد دى او تر ټولو زيات يې هغه لاس په ياد دى چې له شعر اورولو پس چې له دريځه په راكوزېدو و نو يو چا د ده پر وږه لاس ايښى و او ورته ويلي يې و چې ځوانه ښه شعر دي ووايه۔

د ښاغلي ايثار دغه سفر روان دى، تراوسه يې درې شعري ټولګي راغلي دي۔ په دغو درو ټولګو کې راغلې شاعرۍ ته موږ كتنه كوو او په لنډه توګه ورباندي رڼا اچوو۔ د ټولګو نومونه داسي دي۔

۱- تا ته زما د زړګي څه پته ده؟۔ ۲۰۰۸ء۔

۲- د حواسو له شپږمي دروازې نه۔ ۱۳۹۵/ ۲۰۱۶ء۔

۳- د را رواني زمانې غزل مي اوس راوړلو۔ ۲۰۲۱ء۔

 



د نسيم ايثار شاعري

 

زموږ د نوي كهول په شاعرانو کې ښاغلى نسيم ايثار د هغو شاعرانو په ډله کې راځي چې د ذوق د خاوندانو نظر ور اوړي۔ د برنارډشا وينا ده چې يو مجرم چې تلې نو دا يې ګوره چې لاندي څومره لوېداى شي او د هنر مند دپاره بيا پېمانه دا ده، چې د بره تګ آخري حد يې كوم دى۔ په دغه ترازو كه يو شاعر تلو نو پكار ده پنسل را واخلو او د هغه د ديوان په لوستو پېل وكړو او د دغه عمل په دوران کې چې په كوم كوم شعر کې وينو چې د ده وزر د خپل پرواز آخري حد وهي، پر هغه باندي نښان لګوو۔ دغه شعرونه بيا ټول را وباسو او په رڼا کې يې د شاعر مقام وټاكو۔ د ښاغلي ايثار له شعري ټولګو سره ما همدغسي وكړل۔ تولي مي له سر تر پايه ولوستې، دا رنګه چې كوم بيتونه په لاس راغلل، هغه لږ نه دي شمېر يې دوه درزنه ته نزدې دى، يو څو ترې اول ستاسي مخته ږدم چې د ده د پورته الوت د حد يوه اندازه درته وشي:

 

* خداى دي وباسه زما له حافظې خيال
 كړم په هر يوه دېوال د آيينې خيال
 
 

* د كعبې له نړېدو پرته شيطانه
 ستا كوم حكم مسلمان منلى نه دى
 
 

*  ما د ښار د تمدن قصه غوښته خو
 تا چې پېل كړه له قصابه، بس پرېږده يې
 
 

*    نه حوري غواړي نه جنت، نه پکې سراى غواړي
 يو لېوني لپي نيولي پکې خداى غواړي
 
 

*    ټول داسي ګوري لكه وي په يوه سترګه ړانده
 ټول داسي ګرځي لكه مات يې وي اغزى پونده کې
 
 

*   خلك په دومره فاصله کې غرونه غرونه ساتي
 زما خو خَلى هم د زړه او خُلې تر ميان نه راځي
 
 

*   چې و ژاړمه پوه شم تا باران ته دعا كړې
 چې اور واخلمه پوه شم تا لوګى له خدايه غوښتى
 
 

*   لګيا يمه د مور له زړه را باسم دعاګاني
 آسمانه! زه در خېژمه زينه درته راوړم
 
 

ويل کېږي چې شاعري د جذباتو اظهار دى۔ دغه اظهار هم ډول ډول وي، كه يو شاعر يو وخت په وېره يا كومه بله جذبه مبتلا شي، د دغه جذبې اظهار چې بيا په شعر کې كوي، نو دا كافي نه ده چې د خپل ذهني کېفيت د حال بيان وكړي، بلکې د هغه دنده دا ده چې دغه ذهني کېفيت په خپل اورېدونکې يا لوستونکې وويني۔ مطلب دا چې هغه د ده د شعر په لوستو داسي محسوسه كړي چې دغه کېفيت په خپلو سترګو ويني او دا هغه وخت شونې ده چې شاعر په خارج کې داسي چاپېريال ورسره انځور كړي چې د دغه کېفيت د منعكس كولو وړتيا لري۔ دا يو بيت وګورئ:

 

ما به ګناه كوله نه و څوك چې پام به مي شو
 را ته بام، زمکې، دېوالونو په څنډله ګوته
 
 

كله چې يو جرم يا ګناه يو څوك په پټه كوي نو هر څو كه شا و خوا داسي څوك نه وي چې دى ويني مګر ده ته بيا هم داسي برېښي لكه له هري خوا چې ورته ويل کېږي چې دا څه كوې؟۔

په دې غزل کې يو بل بيت دى چې ايثار پکې د "سګرېټ" كلمه كارولې ده۔ سګرېټ له انګرېزۍ څخه موږ ته راغلى دى او زموږ شعري ذوق د عربي او فارسي څخه د راغلو ټكو سره خو مشكل نه لري، ځكه چې هغه د پښتو د ويونكو اجتماعي تخليقي شعور قبول كړي دي، مګر دا انګرېزي، اردو يا كومي بلي ژبې ټكى او هغه هم په غزل کې، چې وكارول شي نو د لوستونكو يا اورېدونكو پر ذوق باندي ښه نه لګيږي، خو ايثار دا ټكى هم د خپل يوه ذهني کېفيت د څرګندولو په لړ کې كارولى دى۔ بيت داسي دى:

                                           

تا ويل ځمه، تعلق را سره هرڅه پرېښود
 ته لا پناه نه وي سګرېټ مي وسوځله ګوته
 
 

دلته شاعر ته تر هر چا ور تېر انسان له ده روان شو او د ده فكر داسي په هغه کې بند شو چې هم يې ځان له خيال و ووت او هم شا و خوا موجود بل هر شى، تر دې چې په ګوتو کې لګېدلى سګرېټ يې هم هېر شو۔ دا نور شيان خو همدغسي لاتعلقه پاته شول مګر سګرېټ، لكه څنګه چې د هغه خوى دى، پر دغه موقع باندي لاتعلقه پاته نه شو۔ په سوځېدو سوځېدو يې ځان د ده تر ګوتي پوري را ورساوه او دى يې بېرته خپل هډ و پوست ته د راننه ايستلو دپاره شا ته راكش كړ۔

زموږ شاعر د انګرېزۍ يو بل ټكى هم په خپل يوه شعر کې كارولى دى۔ دغه ټكى دى Serial دا هغو ډرامو له ځانه سره راوړى دى چې له بهره موږ ته راځي۔ دا د سلسله واره ډرامې دپاره كارول کېږي، موږ ولي چې خپل ټكى نه ورته لرو نو په همدغه انګرېزي ټکې ګوزاره كوو او سريال يا سيرييل يې بولو۔ هر څو كه دا هم د غزل دپاره ډېر په زړه پوري ټكى نه دى، خو دلته چې په كوم بيت کې راغلى دى، پر هه باندي چې د لوستو په وخت سړى راشي نو كرنټ وركړي او دغسي كرنټ د شعر ارزښت زياتوي۔ بيت داسي دى:

 

يو سريال ته ناست بچې مي ويل
 اوس دا سړى حلالوي، ته صبر
 
 

غزل خبره په رمز و اشاره كوي او دغه رمز و اشاره چې يې يوې يا بلي خوا ته پام واوړوي نو لوستونكى ډېر څه وويني۔ دغه بيت هم په خپل لوستونکې ډېر څه ليدلاى شي۔ دلته د ډرامې په يوه صحنه کې را رسېدونکې يوې هولناکې شېبې ته د ماشوم دومره شديده تلوسه او په دغه شېبې کې د پېښېدونکې سانحې اندازه تر وخت مخکې ده ته لګېدل، ډېري پوښتني د لوستونکې په ذهن کې راپورته كولاى او دغه هره پوښتنه چې تر يوه يا بل جوابه رسولاى شي۔ دا مصرع په دې هم زياته اغېزه ښايي ولري چې د پښتو شعر لوستونكو د كېمرې مخته د حلالېدونكو انسانانو وېډيوګاني هم ليدلي دي۔

زموږ د زمانې د هر شاعر په كلام کې لږ يا ډېر داسي شرونه وي چې يا خو نېغ په نېغه زموږ د دې پنځوس كلني غميزي په باره کې وي يا بيا داسي ځيني اشارې يا انځورونه پکې وي چې دغه غميزي ته د لوستونکې پام ور اړوي۔ د ښاغلي ايثار غزل هم له دغي دايرې وتلې نه ده۔ زه دلته په دې پسې نه ګرځم چې ده دغسي څومره بېتونه ويلي دي، يا يې كوم انځورونه دغي خوا ته اشارې كوي۔ زه د ده يواځي يو داسي بيت را اخلم، چې بس هسي د يوه جنګ خبره پکې شوې ده۔ بيت داسي دى:

 

په ښار کې جنګ و چې له چا سره و نه پوهېدم
 خو هر سړي په خپل دوكان کې وه مورچه نيولې
 
 

دغه بيت ګوره ده په كوم کېفيت کې ويلى وي او كه بلي ژبې ته واوړي نو هلته به يې لوستونکې ګوره څه معنا ترې اخلي، خو موږ ته پکې د خپل جنګ انځور ښكاري۔ پنځوس كاله مو روان وساته، معلومه لا راته نه ده چې دى له چا سره۔ 

په غزل کې شاعران تعلي هم كوي۔ دا د عامو شاعرانو خبره نه ده، ډېرو لويو شاعرانو هم كړې ده۔ په خاصه توګه بيا هغو شاعرانو چې ځان ته په رښتيا هم يو څه وايي۔ ښاغلى ايثار هم داسي شاعر دى چې ځان يو څه بولي، بلکې ډېر څه يې بولي او دا ورسره احساس دى چې قدر يې لكه څنګه چې پكار و، هغسي نه دى شوى۔ دغه احساس يې د شعري ټولګو له نومونو څخه هم ښكاري۔ د يوې ټولګي نوم يې دى "د حواسو له شپږي دروازې نه" او د بل هغه يې "د را رواني زمانې غزل مي اوس راوړلو" دا پوره مصرعه ده او د ده د يوې غزلي په مطلع کې راغلې ده۔ دا دوه بېته وګورئ:

 

*     د را رواني زمانې غزل مي اوس راوړلو
 سپرلى به وروسته راځي واخله ګل مي اوس راوړلو
 
 

*            مـا مخـامخ وګــوره     هلته له ډېرو ورك يم
 زه هـمدا يو مخ لرم       غـزل مـي سـل مـخـونه
 
 

د ښاغلي نسيم په غزل کې د "شاعرانه چشمك" ځيني بېلګي هم لوستونكو ته په مخه ورځي، خو چې د خبري مخه يې چا ته ده، دا زما د عمر سړي ته ښايي سمه څرګنده نه شي۔ دى ځوان دى۔ د ځوانانو شاعرانو چې كومي ټولۍ دي او ادبي ناستي سره كوي، په هغو کې څوك شته او دغه څوك يو نه ډېر ښكاري۔ د هغو په غزل کې چې ده ته كومه كمزورتيا او په خپل هغه کې پياوړتيا ښكاري هغه په دې دوو بيتو کې وګورئ:

 

د هندي تصوراتو، د هندي فلمو صحنې دي
 دا پښتو غزل پښتون اوس، كه هندوان ليکې ايثاره!
 غزل ټول ليکې خو موږ پکې هغه مېړني شمارو
 چې غزل په چا لاس ايښى په چا ځان ليکې ايثاره!
 
 

ايثار په اصل کې د غزل شاعر دى، نظم كه يې ليكلى دى نو هم د خُلې د خوند د بدلولو دپاره يې ليكلى دى۔ يو ووړ نظم به تر را واخلو او د دې ليكني د خاتمې په توګه به يې دلته وړاندي كړو۔ د نظم عنوان دى۔

 

 شعر

 

شعر كه نر دى

په زكندن دي راشي

كه بې ليكلو را نه پاته شولو

چې په لوحه مي ايثار و نه ليكئ

 



 (۱) چم: چل
(۱) زغړ: خوندي.
 دعا: د (د) په سكون سره يو سېلاب ويل كيږي. (۲)
 بس: د (ب) په زوركي سره ډېران ته وايي. (۳)
 ګودړ: زړوكى. (۴