"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۱۰)

ویشنه:پښتو ادبیات

لیکوال: سرمحقق عبدالله بختانی خدمتګار







                                                                                                                 د پښتو ادبیاتو معاصره دوره 


 

یادونه: 

ارواښاد سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار د «پښتانه شعرا » نامتو تذکرې د لړۍ وروستي څلور ټوکه لیکلي دي. ددې تذکرې اووم ټوک په ۱۳۹۲ل کال د افغانستان علومو اکاډمۍ خپور کړی. په دغه اووم ټوک کې معرفي شوي ځينې شاعران د پښتو ادب منځنۍ دورې ته منسوبیږي او د معاصرې دورې ځينې یې په « وطن ادب» ویبسایټ کې تر دې مخکې پېژندل شوي او خپاره شوي دي. 

موږ له دغه ټوک څخه هغه برخه شاعران دلته رااخیستي چې د معاصرو ادبیاتو په دورو پورې اړه لري

 


                                                                                              عطاء الله



          کله چې عارف شاعر خواجه عبيدالله احرار په ١٣٥٧هـ ق کال په غزني کې وفات شو، نو د هغه وطنوال مريد، پښتون عطاء الله خان، چې د عراق د موصل په ښار کې اوسيده، د خپل پير د زوى غلام احمد صاحبزاده په نامه د تعزيت دا ليک ورواستاوه :

          انا لله و انا اليه راجعون

          گران ورور جناب فاضل محترم مولانا غلام احمد صاحبزاده !

          له څښتن پاکه زه دې په انځولو (همزولو) کې دروند
 او سرلوړى غواړم .

          ستاسې خط پر اتم د ميانې (ذوالقعدې) راغى- د مخدوم د بېلتانه په ږغ يې زموږ له لېمو تودې تودې اوښکې تويې کړې . آخ آخ ! څه شو؟ هغه تفتازاني د زمانې ؟ آمنا بکل نفس ذايقة الموت . و هکذاتقوم القيامة . فسبحان الذى يميت ولايموت . (١) دا غم يو د تاسې نه دى، بلکه د ټولو مسلمانانو دى . او په حق د مرحوم کې دغه قدر وايو چې
 الا ان اولياء الله لا خوف عليهم ولا هم يحزنون . (٢) ارمان ونه کړئ تول عمر يې په بندگۍ د خپل رب کې تېر کړ او ماسوا يې هير کړ .

تېر شو بهار تېر شو دور راغى د خزان
 اُف ! څه د وير شپې دي؟ بلبل والوت د بوستان
کوم هغه ليمه دي چې نه ژاړي په احرار؟
 کوم هغه سخت زړونه چې به نه وي پريشان؟
 سترگې مې نولېږي زړه مې هم له غم ډوبيږي
دواړه راڅه غواړي مسافر تللى جانـــــان. (٣)

          له پورته ليک څخه له مرشد سره د ليکوال د زړه مينه او ارادت هم څرگنديږي او دا هم ثابتيږي چې د ليک ليکونکى د ديني علومو رسيدلى عالم، متصوف او د پښتو نثر او نظم تکړه ليکوال او شاعر و.

          يادونې:

          ١- ترجمه : ايمان لرو چې هر نفس د مرگ څکونکى دى . او همدارنگه قيامت جوړيږى . نو پاکي ده هغه ذات لره چې نور مړه کوي او پخپله نه مري .

          ٢- ترجمه : خبر دار ! بى شکه چې د خداى اولياء نه ډاريږي
 او نه خواشيني کيږي .

          ٣- په دې باره کې لوستلى شئ :

          - عبدالله بختانى – غزنوي خواجه احرار او دده ديوان او آثار – کابل مجله – ٢٣م کال – ١٢/٣٤٤ مه گڼه – د ١٣٣٢ د سنبلى ١٦ مه 

 

 

                                                                                                                  غلام احمد صاحبزاده




          مولانا غلام احمد صاحبزاده د غزنوي خواجه عبيدالله غلام خواجه احرار زوى د حضرت قلندر شاه لمسى د مقري ميا فتح محمد کړوسى
 او په خټه مجددي فاروقي دى .

          نوموړى د پښتو او فارسي ژبو ليکوال او شاعر و. پلار يې په ١٣٥٧ هـ ق کال کې وفات شوى او د هغه د ژوندانه، مړينې او روحاني مقام په باره کې يې د (تاريخ وصال) په نامه يو کتاب ليکلى او په ١٣٠٧ هـ ش کال کې د هند د لوديانې په (اصلاح) نوې مطبعه کې چاپ کړى دى .

          د خواجه احرار د وفات په مناسبت، د عراق له موصل څخه، د هغه مريد عطاء الله خان د غلام احمد صاحبزاده په نامه د تعزيت ليک لېږلى و . ده بيا د ليک ځواب په پښتو نظم ورکړى دى چې دلته يې
 د کلام د نمونى په توگه وړاندې کوو :

عجبې مرغلرې دې پېيلي دي عطا !
 ورکــړى دې ښـــه آب و د الفــت پــه ښـه صفـــا

 راغلى له عدن نه په دجله د محبت کې

 
هر فرد يې فريده وه که ليلى وه په وفا
 

 مضمون يې را جدا کړه د زړه وينې سيلابونه
 

 
 له سترگو مې شانه شوې، لکه ستورى ثريا
 

 بې شکه گران خواجه چراغ د دين او د ايمان و
 
  
 
 پرې خوار شو عاشقان او عارفان او علما
 

  لاکن رب زمونږ داسې مستغني او بې پروا دى
 
 
 
  په خپل ساعت يې غواړي که ولي دي که پاچا
 
 
  خواجه صاحب  په ياد کې د مولا داسې راسخ و
 
 
  پرواز يې د روح راغى په نامه کې د الله
 

  خاوند مو گوندې بيا سره يو ځاى کړي په محشر کې
 
 
 
  خواجه صاحب مشفق و په غريب او په گدا
 

  راځه وروره ! وطن ته عربي او عراق پريږده !
 
  
 
  گلونه د چمن ټوله خزان شو   په فنا
 

غلام  پرې مدام  تل سلام  صبح و شام کړي
 دا رسم د وفـــا دې بــدل مــه کــړه پـــــه جفـــــــا 

يادونه :

          - په دې باره کې کتلى شئ :

          - عبدالله بختانى – غزنوي خواجه احرار او دده ديوان او آثار – کابل، مجله – پښتو ټولنه – ٢٣م کال – ١٢/٣٤٤ مه گڼه – د ١٣٣٢
د سنبلې ١٦ مه .

          - ددې شاعر پېژندنه يو ځل بيا له پورتني ماخذ څخه په (پښتانه شعراء – درېيم ټوک) کې راغلې ده .




                                                                                                                 عبدالحميد





          د افغانانو د ملي آزادي غوښتونکو مبارزو په لړ کې، ملتان
 زخه خيل آپريدي به هر وخت د پيرنگيانو په تاسيساتو او په لويو شتمنو حملې کولې او داړې غورځولې . د انگريز استعماري حکومت ترې
 په عذاب و . له ده سره په وسله والو مقابلو کې پاته راغى . د پيسو
 او شتو په ذريعه يې غوښتل چې د پښتونخوا د دنگو غرونو دغه زمرى رام کړي ، مگر ونه شو . نو بيا يې ملتان ته د مکر او ټگئ دامونه وغوړول . د هغه   د وژلو لپاره يې بډې رشوتونه او روپئ خورې کړې .
 د هغه يو ملگرى، شير غلام ته يې بډې ورکړې . هغه په چل ول دا نر پښتون د پيرنگيانو په لومه گير کړو . . . . . او په دې صورت ملتان په ١٩٠٩م کال په شهادت ورسيد .

          د ملتان نارينتوب، هم دده په ژوند او هم تر اوسه پورې د پښتو اولسي شعر د وياړنې يوه موضوع ده . په دې لړ کې عبدالحميد نومي شاعر، د ملتان د وژل کيدو ويرجن داستان په يوه چاربیته کې ليکلى دى . په خپل وخت دا چاربیته ډيره مشهوره وه او اوس هم تاريخي اهميت لري .

          مونږ دغه وخت، ١٩٠٩م کال د شاعر د ژوند او خلاقيت نيټه گڼو. نور حالات يې نه دي تر لاسه شوي . کيدى شي چې تيرا وال آپريدى،
 يا پيښورى شاعر وي . دا احتمال هم نه ردوو چې دى دې د ملتان د ډلې
 يا پرې جنبې سړى وي .

          ددې چاربيتې له مخه ، هغه تکړه اولسي شاعر و چې د شعر دغه يوازنئ نمونه يې په خپل فورم کې داسې ابتکار لري چې د نورو چاربیتو سر زياتره په دريو کړيو او ددې په څلورو کړيو تاويږي . 

          وبه يې لولو :

  تقدير ته نشته بند
 

  که هر څو يې کړو هنر
 

  ملتان په ټگئ گير شو
 

  توتي د سر درې
 

  اوس به څوک کوي داړې؟
 

 

  ملتان د زخه خيلو
 

  راغى په آدم خيلو
 

  شو ښکته په زاخيلو
 

په خوړ د سوړيزو کې په يو غار کې شو څرگند
 
 
  تقدير ته نشته بند
 

  څرگند شو په يو غار کې
 

  په دې که اعتبار کې (١)
 

  جاسوس يې که ته خوارکې (٢)
 

  جاسوس يې د ډوډئ په بهانه لاړلو سحر
 

  که هر څو، يې کړه هنر
 

      

 په تلو کې داسى چل کړو
 

  خبر يې پولټيکل (٣) کړو
 

  تيار يې روس کيپل (٤) کړو
 

  رپوټ په تار (٥) کې راغو په ملتان باندې اندير شو
 
 
  ملتان په ټگئ گير شو
 
          

  په زلزل شوو فرنگيان
 

  وې راغلى دى ملتان
 

  پوځونه شول روان
 

  دستي پسې روانې هغه دم شوې رسالې
 

  بيا به څوک کوي داړې؟
 

               

  سواره شوو دغه واړه
 

  دوى تلل په بيړه باړه
 

  ديره د خوړ په غاړه
 

  په ملک د کيچورئ کې په يو غار کې شو څرگند
 
 
  تقدير ته نشته بند
 

 

  خوراه واره سکهان شوو
 

  گوره هم يورپيان شوو
 

  هندو که مسلمان شوو
 

 ټول شوو په لټولو، د جاسوس په ښځه خر . .
 

  که هر څو يې کړو هنر
 

     

  جاسوس يې او ستا کار (٦) و
 

  ورکړى يې لوى اعتبار و
 

  په مرسته د سر کار و
 

  بې غمه ناست دا (١) ځوان و فوځ ترې يو دم را چاپير شو
 
 
  ملتان په ټگئ گير شه
 

          

  بې غمه د ولس تنه
 

  ما يې ښه وکړه پوښتنه
 

  راغلي وو له وطنه
 

  سيلاب د ستي لاهو کړه   نېزه وړي د باړې
 

  بيا به څوک کوي داړې؟
 

               

  ملتان کړى قسم و
 

  انگريز سره لوى غم و
 

  سخت پيښ ورته مهم و
 

  چاپير شو شغالان له مزري ملتان گلقند
 

  تقدير ته نشته بند
 

 

  چاپيره ډزهار و
 

  گولو پرې تڼهار و
 

  د ټوپکو دندو کار و


  اول ټک يې کپتان د رسالې کړلو کسکر
 

  که هر څو يې کړو هنر
 

     

  کپتان پسې سردار
 

  دا خل يې کړو په نار
 

  پرې ښه وکړه اتبار
 

  په پوځ يې زلزل راغلو هر پوځي ترې تېر و بېر شو


  ملتان په ټگئ گير شو
 

          

  ملتان پرې وکړو وار
 

  سپاهيان شوو تار په تار
 

  د خپل لښکر سردار
 

  څلور گينټې جنگ وکړو دې بهادر په دې ميرې
 

  بيا به څوک کوي داړې؟
 

               

  ملتان وکړلو جنگ 
 

  بيا شو په وينو رنگ
 

  هر يو ترې نه په څنگ
 

  سړي چې ورسره وو د دوى جنگ و هم د خوند
 

  تقدير ته نشته بند
 

 

  همراه يې يو ځوان و
 

  عزت کې پهلوان و
 

  ښايسته د گل په شان و
 

  هغه هم (٧) ځان پکې مړ کړو شه رحمت يې په پدر
 
 
  که هر څو يې کړو هنر
 

     

  دره کې زخه خيل
 

  رحمت د دوى په خيل
 

  گلونه د رامبيل
 

  چمن شولو تالا وار خو د سرو گلانو تير شو
 

  ملتان په ټگئ گير شو
 

          

  عبدالحميد دغه سودا ده
 

 هم دغه مدعا ده
 

  جاسوس پسې دعا ده
 

  مولا د شير غلام بچى حلا ل که په چاړې
 

  بيا به څوک کوي داړې ؟ (٨)
 

               

يادونې :

          ٢،١- کې ، د کړې پر ځاى د قافييى په رعايت .

          ٣- پوليټيکل ايجنټ . د قبايلو په سيمو کې د انگريزانو
 د استعماري حکومت سياسي نماينده .

          ٤- سرجارج روس کيپل . په دغه وخت د خيبر پوليټيکل ايجنټ و.

          ٥- تار . تلگراف . تلگرام .

          ٦- اوستا کار – استا کار – استاد کار . د کسبگرو استاد . هوښيار سړي ته هم استا کار وايي .

          ٧- که په مخفف ډول (هغم) ولوستلى شي نو وزن نه خرابيږي .

          ٨- د زياتو معلوماتو لپاره کتلاى شئ :

          - محمد عظيم افريدى – درې ننگيالي، مجله – پيښور – مارچ ١٩٧٣م – ٣٥-٦٨ مخونه . او بيا هغه ماخذونه چې په همدې کتاب کې ښودل شوي دي .

 

 


                                                                                                                      عبدالحميد زارع

 

 

          سردار عبدالحميد زارع محمدزى د کندهار د ارغنداو پرغاړه
 د کوهک (١) د کلي اوسيدونکى و په دغه کلي کې يې زمکې او باغونه درلودل . په کرنه يې خپله گذاره کوله . د همدې لامله يې (زارع) تخلص ځانته غوره کړى و. دى زمکوال بزگر (زارع) و خو ورسره د علم او سواد خاوند و . په عربي، فارسي او پښتو کې يې ښه مطالعه درلودله . په تاريخ واقف و . خپل عمر يې په زراعت، کار دارئ او مطالعه تير کړى دى . د سړې سينې او نرمو اخلاقو او خوږې وينا څښتن و . د علم
 او پوهانو سره يې مينه کوله . چې به د زارعانو له منځه راووت نو به په علمي او ادبي مرکو کې شامليده . عبدالحميد زارع به په پښتو
 او فارسي شعرونه ويل، لومړني آثار يې پوهاند عبدالحى حبيبي
 د ١٣١٧ هـ ش کال په شاوخوا د کندهار د ((طلوع افغان)) په جريده کې خپرول (٢) او هغه وخت دى د کندهار په ادبي حلقو کې محبوب و . وروسته يې بيا شعرونه د کندهار په ((پښتو)) مجله او په ((کابل)) مجله کې هم چاپ شوي دي .

          عبدالحميد زارع ډيرې څلوريزې پر اخلاقي او اجتماعي موضوعاتو جوړې کړي دي . ژبه يې نرمه، فصيحه او له ورځنئ محاورې سره سمه ده . څرنگه چې هغه عملاً د زيارکښو خلکو، بزگرانو کليوالو
 او د اولس له پرگنو سره محشورو او د هغو په راشه درشه پوهيده، نو په دغسې اور شو کې به يې د خلکو په ژبه داسې ساده او سهل نظمونه ليکل چې د سَهِلو وړوو او د محتوا له مخه د اولس د ژوندانه د مسايلو انعکاس پکې ليدلى کيده . مثلاً هغه به عملاً د کليوالو بزگرانو
 د اولاد روزنې ته متوجه و او لومړى پلا يې په خپل کلي کې د نجونو يو ښوونځى هم جوړ کړ.  په دې برخه کې وايى :

وخت د علم او د ادب دى کمکي واله
 چې څوک غټ سو . بيا مشکل سي دغه کار
 تانده لښته هرې خواوته کږيږي
 چې ولاړ پنډســو   يا سوټــى سـى يـا متار (٣)

د غوره انسان په باره کې وايي :

بهترين د خداى د خلقو کوم سړى دى ؟
 چې يې نفع و عالم وته رسيږي (٤)
 د هيچا سره يې بدنه وي په زړه کې
 او هيـــڅ تمــه يـــې وچــــا (و) تـــه نــه کيـــــــږي

تواضع :

عاجزي او تواضع څه ښه پيشه ده
 چې تقديم يې کړې خپل خداى او جامعې ته
 دا معلومه شوه چې ډک يې د حاصلو
 ميوه داره ښاخ همېش کوږوي (و) کې (٥) تـه

د عمل مکافات :

دنيا ځاى د مکافات دى ښه يې واوره !
 که ته ښه کړې عالم ټول درسره ښه کړي
 که ته بد کړې نور د هيچا گله مه کړه
 دا عجيبه ده ؟ ته بد کړې، نور بــه ښـه کـړى؟

                         

که د چا په لار کې څاکنې سړيه !
 عاقبت به سرنگون پکې غوزار سې
په پارسي وايي : ((چاه کن را چاه در پيش است)) (٦)
انســـان نـــه دى چې اختـــه پــه دغـه کــار سي

                         

که چا لږکوټى ضرر و چاته پېښ کئ
 منتظر د مکافات او د پاداش وي
 هر چې وکرې حتمي به هغه واخلې
 کـــه غنــم وي که اوربشــې وي  کــه مـاش وي

په ځان انتقاد :

خپل عيبونه دې پيدا کړه ورته گوره !
 شپه او روځ پلټې ولې عيب د نورو؟
 که دې خپل عيب کړ پيدا هلته عاقل يې
 لـــه دمــاغـه ســــــودا وبـــــاســــــــــه د نــــــورو

          لکه چې گورو د زارع په څلوريزو کې زياتره ديني مضمونونه،
 د قرآن کريم آيتونه او نبوي احاديث د تلميح په ډول او همدارنگه متلونه
 د ارسال المثل په توگه راغلي او په خوږه روانه پښتو افاده شوي دي چې شعر ته يې صوري او معنوي ښايست بخښلى دى . 

           دې شاعر د کندهار د محمدزيو د نسب شجره او تاريخ هم ليکلى دى .

          عبدالحميد زارع په ١٣٣٢ هـ ش کال د ٦٥ کالو په عمر مړ شوى دى . (٧)

يادونې :

          ١- کوهک اوس يو ښيرازه کلى دى چې پخوا مشهور ښار و.
 زر کاله د مخه په ((حدود العالم)) کې يې يادونه شوې ده چې((کهک له نعمت او کرنې سره ښارگى دى)) . وگورئ :

          - حدود العالم من المشرق الى المغرب – د پوهاند مير حسين شاه په زيار – کابل پوهنتون – ١٣٤٢ هـ ش – ٤٢، ٣٩٣م مخونه .

          ٢- په دې کلونو کې علامه پوهاند حبيبي د ((طلوع افغان)) مسئول چلوونکى و . 

          ٣- متار :

          ٤- ((خيرالناس من ينفع الناس)) مشهور حديث ترجمه او تلميح شوى دى .

          ٥- کې : ښکې، ښکته .

          ٦- پارسي مشهور متل .

          ٧- د نوموړي شاعر په باره کې کتلاى شئ :

          - علامه پوهاند عبدالحى حبيبي – زارع شاعر عبدالحميد کندهارى – زيرى، جريده – د ١٣٥٧د ورى ٩ مه – ٢ مه گڼه – ٢٢٩٧مه پرله پسې گڼه – لومړى مخ .

          - سرمحقق زلمى هيواد مل – فرهنگ زبان و ادبيات پښتو، جلد اول- کابل – ١٣٥٦ هـ ش ٩-٩٢٨ مخونه او – فرهنگ ادبيات پښتو، جلد دوم – کابل – ١٣٦٥-٣٢٠م مخ .

 


 

                                                                                           محمد صالحين

 

 

          محمد صالحين د برسوات مشهور چاربیتي سندرغاړى اولسي استاد شاعر تير شوى دى، چې د ژوند او مړينې نيټه يې د څوارلسمې هجري قمري په بهير کې اټکلولى شوو. دا چاربیته د هغه د خولې نه په روايت رانقل شوې ده .

دړۍ دې خونړۍ زانگـــي پـــه وروځـو مزيـــداره

شــاه لــور يــې د اورنــگ

د ړئ دې خونړئ قتــل کـــــوي د عـــاشـــقــانـــــو

مــــــدام کـــــــوې ســتـــــــم

پيــزوان دې اويــــزان وي هميشـــه پـــه سرو لبانو

خــوراک يــې دى تــل فــم

يـــو ځلــــــي مهربانــــه شـــه ښــــارو پـــه غريـــبانو

چې کــــم شـــي رانــه غــم

زخمــي چې په نشتر کړم د زړگي نه مې ځي داره

ښـــخ شـــوى پرې خدنگ

 

مــا وې: نه ځــم هيڅکله اې راجگڼې ستا د دره

کـــه ووژنې مې فى الحال

راغلـــــى يمــــه تاتـــه مــــا د نگلـــي دي لــه ســره

د وصـــــل يـــــــــم لېــــــوال

پــــه غــــاړه دې اوږئ بلــــه سگـــئ گرځــــې کوتره

پـــه زنـــه دې شيـــن خــــال

باغچې دې سپين صدر دى کټمــــاله دې پرې مالياره

پايزيـب دې کوي شرنگ
 
 

دې وې : هســـې بـــه گرځـــې ليونيه مې په خيال

بـــــې ځـــايه بــه شـــې مــړ

محرومــه رانـــه تلـــى دى حاکــم او هــم دا نيـــال

ښکـــــاره شــــو راتــــه پـــړ

تـــه ځـــه زمــــا د دره پيـــښ بـه شــي درته جنجال

پـــه خــــاورو بـــه شــې خـړ

دا تاتـــه ده معلــــومه زه يــــاديږمــه خونکــــــــاره

پــــه وينـــو بــه شــې رنگ

          صالحين ډېرې چاربیتى او کيسې ويلي دي، د هغو له جملې نه
 (د احمد نظير او پرې بانو) کيسه ده، چې په ليکلې بڼه خطي نسخه يې موجوده ده او تر کيسې وروسته د شاعر يو څو ځانله ځانله نظمونه، غزل او رباعي گانې هم ثبت دي . د شعرونو په کسرونو کې، دده نوم (صالحين) او يو ځاى (محمد صالحين) راغلى دى .

 

          يادونې :

          ددې شاعر د ښودنې په باب له دغو ماخذونو نه کار اخستل شوى دى :

          ١- رحيم شاه رحيم – د سوات ورک شاعران – پښتو، مجله – پيښور- پښتو اکيډيمي- نومبر ١٩٧٩م .

          ٢- رحيم شاه رحيم – د پخوانو شاعرانو مقابلې – پښتو، مجله، پيښور – پښتو اکيډيمى (فن و فنکار نمبر) – اگست، ستمبر ١٩٧٩م .

          ٣- د احمد نظير او پري بانو کيسه او د صالحين نور شعرونه – خطي نسخه . د ښاغلي ميا وکيل شاه فقير خيل کتابخونه – مردان – ساولډېر - په مننه .

 

 

 

 

                                                                                                      پروفيسر عبدالمجيد

                                                                                                        (سعدي افغاني)

 

 

          پروفيسر عبدالمجيد په ١٨٧٢م کال د باجوړ په سيمه کې زيږيدلى او په ١٩٤٧م کال کې مړ دى .

          د مروجو ديني علومو تحصيل يې په خپل هيواد کې پيل کړى
 او بيا د هندوستان په اگره کې يې سرته رسولى دى . هلته يې
 واده هم کړى و .

          نوموړى په پښتو، فارسي، اردو او عربي ژبو پوهيده او په دغو ژبو يې ليک لوست کولا ى شواى. تر تحصيل وروسته د پيښور په مشن کالج کې د اردو او فارسي پروفيسر و. له صاحبزاده عبدالقيوم سره يې ټينگ روابط درلودل . ټول ژوند يې په تحقيق، ليکلو او تدريس
 تير شوى دى. د پښتو او اردو شاعر و . 

          د نوموړي ځينې ليکنې :

          - د خوشحال خان خټک د کلياتو يې مقدمه ليکلې ده او دغه کليات په ١٩٢٨م کال په ((هوتي)) کې چاپ شوى دى –

          د رحمان بابا د ديوان د لاهور پر چاپ يې هم مقدمه ليکلې ده او په دې توگه له پښتو متنونو سره د مقدمو چاپول پيل شول .

          - نوموړي پروفيسر له پنځم نه تر اتم ټولگى پورې، د (رهبر اخلاق) په نامه د پښتو د درسي نصاب کتابونه ليکلي دي چې تر ډيرې مودې پورې د پښتونخوا د ښوونځيو په نصاب کې شامل وو .

          - په ١٩٢٠م کال کې يې په اردو ژبه د ((حيات جمالى)) په نامه
 د سيد جمال الدين افغان په باره کې يو کتاب ليکلى دى .

          - په ١٩٢٤م کال کې يې په اردو ژبه د ((تاريخ افاغنه)) په نامه په دريو ټوکونو کې يو کتاب ليکلى او خپور کړى دى .

          - د صاحبزاده عبدالقيوم بيوگرافي يې هم په ځانله دول ليکلې ده .

          نوموړي د پيښور په ادبي حلقو کې په (سعدي افغاني)
 شهرت درلود .

          دا يې د شعر نمونه :

خلق وايى چيرته پټه ښه صحرا ده
 ټولــــه ډکـــه د گلونــــــــو نــــه بيـــديــــا ده

په هر لوري د رنگونو يو باران دى
 
 
 
 هر يو بوټى د هغې گل خندان دى
 

 هره ونه پکې ونه د طوبى ده
 

 
  هر يو ښاخ يې لکه څانگه د ليلى ده
 

 هره پاڼه يې د خوږ زړگي دوا ده
 

 
  هر يو ګل يې د شيرين د خولې خندا ده
 

  په هر ښاخ کې دي ميوې په امبارونو
  
 
 
  پکې ناستې دي بلبلې په سيلونو
 

  په هر ځاى کې د گلونو دي باغونه
 
 
 
 هر طرف ته د خوشبو دي درمندونه
 

  هر گلبوټى لکه ناوې ده سنباله
  
 
 
  چاته نه گوري ولاړه ده له خياله
 

  په هوا کې غوړيدلي دي شالونه
 
  
 
  کوز په زمکه د بخملو دي فرشونه
 

  پرې وريږي تل د مينې بارانونه
 
  
 
  هم د مينې دي روان پکې رودونه
 

  دولو په غاړه سروې دي قطارې
 
  
 
  لکه ځي چې ښاپيرئ چېرته په لارې
 

  د قدرت پکې روان دي ښه سيندونه
 
  
 
  د چپونه يې راخيژي سرودونه
 

  د خود رو گلونو ډک دي کهسارونه
 
  
 
  د قدرت لاسو کرلي دي باغونه
 

  د رحمت لړه خوره ده په سرونو
 
  
 
  د ژوندون چينې بهيږي په رگونو
 

 ټولو غرونو دي لمنې خورې کړي
 
  
 
  ترينه خيژي د عنبرو توري شخړې
 

  خزان نه لري هميش په دوى بهار دى
 
 
 
 هر طرف ته د بلبلو يو چغار دى
 

 رڼا ورځ يې د موسى د غره رڼا ده (١)
 
  
 
  توره شپه يې د وصال له شپې سوا ده
 

  د غمونو پکې نشته هى سوران
 
  
 
  نه بيلتون نه جدايي شته نه هجران
 

  نه پوهيږم چې به چيرته دا صحرا وي؟
 
  
 
  په دې زمکه يا آسمان به دا دنيا وي؟
 

  کله کله چې زه تنگ شم په سودا شم
 
  
 
  دې خپل خوږ زړگي ته پټ پټ په ژړا شم
 

  ورته وايم اې نادانه راشه پريږده !
 
 
 
  د غم کور دى دا دنيا هورې ته ليږده !
 

  په دې باغ کې د وفا گلونه نشته
 
  
 
  چې پکې وو، اوس هغه مخونه نشته
 

  چې بلبلې ددې باغ وې ټولې لاړې
 
  
  خوشې ډيرې په ميرو کې دي خراړې
 

  هغه باغ چې ښايسته و په يارانو
 
  
 
  په هر ځاى کې دي اوس جالي د زاغانو 
 

  چې پرې سترگې خوږيدې آشنايان لاړل
 
 
 
  چې په زړه پورې وو پورې ياران لاړل
 

  دمه ځاى د ستړو زړونو نشته وران دى
 
  
 
  ديرې خوشې دي پرتې تللى کاروان دى
 

  ځه چې تښتو د دې ناخوښ کلي له غمه
 
  
 
  چيرته وگرځو په غرونو او په سمه
 

  د دنيا غمونه وغورځوو شاته
 
 
 
 د کوه قاف له غره نه واوړو هغې خواته
 


چې لږ وگورو هغه کومه دنيا ده
 خلــق وايـي چيرته پټه ښه صحرا ده . (٢)

يادونې :

          ١- مطلب ((کوه طور)) دى چې هلته پر موسى (ع) د خداى د تجلياتو انورا وريدلي دي .

          ٢- په دې باره کې کتلاى شئ :

          - سرمحقق زلمى هيواد مل – د سعدي افغاني پښتو شعر پيدا شو- جرگه، مجله- کابل – د ١٣٦٨ ميزان، عقرب، د ١٩٨٩ اکتوبر نومبر گڼه- ٣٩-٤١ مخونه .

          - هميش خليل – پښتانه ليکوال – پيښور – ١٩٦١م .

 

 

 

                                                                                     عبدالهادي خان د کوټ

 

 

          عبدالهادي د ننگرهار د روداتو د کوټ اوسيدونکى دى . شعرونه يې، زياتره، د ١٣١٥ نه تر ١٣٢٥ هـ ش پورې د هيواد په خپرونو په تيره د اتحاد مشرقي په جريده کې خپاره شوي دي او عشقي او اخلاقي مضمون لري . نوموړي د مشرقي ولايت په رسمى ادارو کې اداري چارې ترسره کړي دي .

          د شعرونو نمونې :

(١)

د پسرلي بدله

(چاربیته)

ما گمان د پنځلسي کاوه اختر شو
 ســـرمې پورتـــه کـړ آشنا مې په نظــر شــو

          

  غږ يې وکړ چې راځه مطلب دې سر شو
 
  
 
 
  په نصيب دې تورې زلفې سپين بشر شو
 

  شپه شوه تېره د بېلتون وخت د سحر شو
 
  
 
  ما گمان د پنځلسي کاوه اختر شو
  

          

  د راتلو چې دې وطن کې آوازه شوه
 
 

 
 د جدي ماته تندي باندې کوزه شوه
 

  د باران په ورېدو زمکه تازه شوه
 
   
 
په خندا په خوشالئ پورته سبزه شوه
 

 مخ د زمکې تمامي مښک و عنبر شو
 
 
 
 ما گمان د پنځلسي کاوه اختر شو
 

          

 په قهقه تذروه پورته شوه اوچته
 
 
 
  چې معلومه د آشنا شوه ورته پته
 

  لمر چې کېښوده په حمل باندې کته
 
  
 
  زمکه خلاصه شوه د ژمي دغلته
 

  په چمن کې  د بلبلو شور و شر شو
 
  
 
  ما گمان د پنځلسي کاوه اختر شو
 
         

  سر و قده خرامانه سر و نازه
 
 
 
  د چمن په منځ کې ودرېده درازه
 

  د مڼې د آلوچې ياري شوه سازه
 
  
 
  چې باقي وېره مې نه شي د غمازه
 

  په خندا سره انار و صنوبر شو
 
  
 
  ما گمان د پنځلي کاوه اختر شو
  

          

 ته چې راغلې وطن واړه شو معموره
 

 
  هره ونه شوه په پاڼو باندې گوره
 

  عجيبه خيمه شوه جوړه د انگوره
 
 
 
 خپله غوټه يې کړه پاڼو کې مستوره
 

  پر يو لړ يې په مثال درو گوهر  شو 
 
  
 
  ما گمان د پنځلسي کاوه اختر شو

          

  اوږئ گل د سرو اوږئ کړه ځانته جوړه
 
 
 
  خوا په خوا غېږې په غېږې شوه د خروړه
 

  ريحان ډکه کړه لونگونه کڅوړه
 
 
 
  پگړئ گله ! د خاټول اننگي مروړه
 

  لکه باز د څلور سترگې پرې نظر شو
  

  ما گمان د پنځلسي کاوه اختر شو
           

 په اوربل کې جونو کېښودل گلونه
  
 
  شونډې سرې په پانو رنگ لکه لعلونه
 

 تورې زلفې يې په مخ وهي ټالونه
 

  د زيارت په عذر ځي کوي سيلونه
 
 

د عاشق ورته په اوښکو گريوان تر شو
 مـــاگمـــان د پنځلــسي کــاوه اختـــر شـو

 (٢)

عاشقئ لره هنر نه دى په کار
 لېـــــونـي له در گوهر نــــه دى پــــه کــــار

 فقيرئ نه غرض واړه قناعت دى
 
 
  کند کچکول او سر ببر نه دى په کار
 

  ښه هغه دى چې د خداى په مينه مست وي
 
 
  سپين د ستا راو سپين څادر نه دى په کار
 

  سړى بويه چې خصلت يې د سړي وي
 

 
  خوى خصلت د گاو و خر نه دى په کار
 

  

د انسان زيب و زينت په علم و فن دى
 نـــارينــــه لـــه بـــل زيـــور نــه دى پــه کــار

(٣)

چې شيدا په تورو سترگو د دلبر شوم
 د بـــاران پــه دود يـې زه په ژړا ســر شـوم

 په سحر شبنم زما په حال ژړيږي
 
 
 
  لکه گل د نوبهار څيرې ځيگر شوم
 

  په خپل کور کې آرامي راځنې لاړه
 
   
 
 سرگردان لکه پرکار په خپل مَقَر شوم
 

  سر   وهم په دواړه لاسه اور مې واخست
 
  
 
  د ققنس په شان ستي په خپل وزر شوم
 

  د فرياده مې خبر شو کور او کلى
 
  
 
  ناقرار لکه اسيا په خپل بستر شوم


 په سپين مخ باندې مې سرې اوښکې بهيږي
 
 
 
  ياره ستا په محبت لعل و گوهر شوم
 

  هېڅ قيمت مې لکه جس په دنيا نه ده
 
 
 
  په کيميا د عاشقئ باندې سره زر شوم
 

باد په قدر سره پورته کړم هواته
 زه غريـب عبدالـهـادي چې خاکستر شـوم

(٤)

تا چې زلفې په خپل مخ کې پيچ وخم کړې
نه پوهيږم چې د چا په کور به غم کړې
 بل به وخوري که يو زه د غم لايق يم
 چې دې څوکې د اوربل لکه لړم کړې
 سره لمبه مې په زړگي باندې شي بله
 چې پيزوان د سرو لبانو سره ضم کړې
 زه چې ستا آبدارو شونډو ته نظر کړم
 اور اوبه دې په يو ځاى کې سره جم کړې
 که هر څو مې پټې وينې څکې دلبرې
 خپلو شونډو په تمام جهان علم کړې
 تور داغونه د کاغذ زړه کې پيدا شي
 اې عبدالهـــادي چې تــه د سـوز رقـم کـــړې

(٥)

چې ننگ نه لري په خپل مذهب و دين څوک
د هغو په شان به نه وي بدترين څوک
 په خپل ننگ و په ناموس کله پوهيږي
 چې خوبونه د غفلت کا په بالين څوک
 څوک چې غواړي ترقي په جهالت کې
 لکه غواړي له مچانو انگبين څوک
 چې په دروغو مَشَهور شي په عالم کې
 په رښتيا ويل يې هم نه کړي يقين څوک
 چې هيڅ غم د بل دغم ورسره نه وي
 وبه نه گوري په خپل غم کې غمگين څوک

د شعرونو ماخذونه :

          ١- کابل، مجله- ٢/١٤٦مه گڼه – د ١٣٢٢ هـ ش ثور .

          ٢-٣- کابل، مجله – ٣/١٨٣مه گڼه – د ١٣٢٥ هـ ش جوزا –
١٦م مخ .

          ٤-٥- اتحاد مشرقي – جريده – جلال آباد – ٣٨م کال – ٢٩ مه گڼه- د ١٣٢٥ د ميزان ٢١ مه .

 

 

 


 

 

                                                                           ملا محمد اکبر د مزينې

 

 

 

          ملا محمد اکبر د ننگرهار د روداتو د مزينې اوسيدونکى د ديني علومو عالم، د ننگرهار د ښوونځيو معلم او سرمعلم پاته شوى
 او د ١٣٣٠ هـ ش کال په شاوخوا کې مړ دى .

          د ١٣١٥ نه تر ١٣٢٥هـ ش پورې يې شعرونه په اتحاد مشرقي کې چاپ شوي دي . شعرونه يې زياتره اخلاقي او اجتماعي اړخ لري
 او منظوم نصيحتونه دي.

          د چپرهار د حافظانو د کلي محمد اسلام سره يې، چې هغه هم
 د ښوونځيو معلم او سرمعلم او د پښتو شاعر و، نژدې خواږه دوستانه تعلقات او تگ راتگ و .

 

 

          د شعر نمونې :

(١)

د پلار وظيفه

وظيفه د پلار هم داده معتبره
 چې زوى کړي د علميـت نــه بــا هنــــره

 هر سړي لره ضرور دى دغه کار
 
   
 
 چې اولاد ته فايده ورسي بهتره
 

  په مکتب کې يې واچوي د زړه په مينه
 
   
 
 ويې ساتي ناپوهئ له لوى ضرره
 

  مدرسه کې لوړ عزت خالق دى ايښى
 
  
 
  وطن فخر کړي په نيک زوزاد اکثره
 

  د عرفان چراغ په لاس کې نيول ښه دي
 
  
 
  وطن گرځي پرې روښان زيات له قمره


  د وطن خدمت اجرا په هنرمند شي
 
 
 
  خپل زامن کړه له کماله بهره وره
  

پښيماني کول عبث وي هغه وخت
 چې اوبــه لــه ورخــه تيرې شي ځيگره

 

 

 (٢)

نصيحت

له آسمانه ده روزي د هر موجود
 تــه لــه يو او بل نه غواړې خپل بــهـبــــود

 نصيبه چې درته رسي څه له خدايه

 
 
  په هغې باندې شه شپه او ورځ خوشنود
 

  په قضا باندې رضا اوسه نيکرايه
 
 
 
  صبر وکړه    شکر وايه    ډير درود
 

  په هر وخت کې اطاعت کوه د رب
 

 
  نشته غير د لوى خالقه بل معبود
 

  له حکمته ځان ساتل په حکمت ښه دي
 
  
 
 په دوستئ کې د لړم نشته هيڅ سود
 

  خپلې خاورې ته چې چا وکړ خدمت
 
  
 
  په تاريخ کې يې نوم ثبت شي محمود
 

بيکاره سړى سړو کې حساب نه دى
 غنيمـــت گڼــي د بــــل د کــــور تــــش دود

د شعرونو ماخذونه:

          ١- اتحاد مشرقي، جريده – ٢٨م کال – ٤٠ مه گڼه –
 د ١٣٢٥ د جدي اتمه .

          ٢- نوموړې جريده – ٢٩م کال – درېيمه گڼه – د ١٣٢٦ د حمل١٧ مه .

 

 

 

 

 

                                                                                غلام گل

 

 

 

          غلام گل د ننگرهار د خوگياڼو د کږې د زاړه ښار اوسيدونکى، په ١٣٢٣ هـ ش کې ما ليدلى و او په دغو وختونو کې به يې عمر د پنځه ديرشو کلونو په شاوخوا کې و. د ١٣٣٠ هـ ش نه د مخه مړ شوى او په کږه کې ښخ دى .

          هغه بې سواده اولسي شاعر، صوفي او ملنگ سړى و.. د جناب نقيب صاحب پير سيد حسن قادري گيلاني (رح) له مريدانو او ملنگانو څخه و او د همدوى په دربار کې اوسيده .

          ښه غږ يې و. ښه رباب يې غږاوه خپل شعرونه به يې ورسره ويل .
 او مونږ ښه ترې خوند واخست. شعرونه يې په اولسي آهنگونو زياتره عشقي او تصوقي محتوا لرله . ما يې څو شعرونه ترې آخستي وو
 چې له بده مرغه اوس راڅخه ورک دي .

          هغه د خپلو شعرونو د کيفيت او کميت له مخه، زه ددې حقدار گڼم چې دلته ياد شي په دې هيله چې د علاقه مندانو په مرسته يو څه شعرونه يې هم راتلونکو څيړنو لپاره چيرته وموندل شي . . .

 

 

 

                                                                               محمد عمر صاحبزاده

 

 

 

          محمد عمر صاحبزاده، د پکتيکا د ولايت د کټه واز د سيمې
 د عرض بيگى د کلي د صاحبزادگانو له کورنئ څخه دى .

          نوموړى د ١٣٣٠ هـ ق په شاوخوا د خپل وراره او شاگرد مير حيدر ناظم سره يو ځاى له کټواز څخه د کندهار په ارغنداو کې ((جوى لاهور)) ته کډه وکړه او هملته ميشت شو .

          هغه د ديني علومو عالم او د پښتو ژبې شاعر و .

          د حنفي فقهې مشهور کتاب درالمختار يې په پښتو نظم ترجمه کړى دى . ددې کتاب خطي نسخه، چې غالباً به د ناظم په خپل خط وي، دده له لمسي عبدالله جان صاحبزاده سره خوندي ده .

          د محمد عمر صاحبزاده د شعر نمونه :

چې دې بــدر د ناخــن هلا ل پــر سر کړ

لمر له شرمه سر په ځاى د مازديگر کړ

قد زيبا چې ستا سر لوړ کړله شمشاده

ســـروې ســر د سلامـــئ په زانــو ورکړ

          وگورئ :

          - اکاديميسين رشاد- د افغانستان د تاريخ ناظم مير حيدر صاحبزاده مړ شو – کابل، مجله- د ١٣٦٦ هـ ش سنبله – ميزان -٨٠٨- ٨٠٩ مه گڼه – ٢-٣ مخونه .

 

 

 

 

                                                                                         حاجي عبدالباقي ملگرى

 

 

 

          حاجي عبدالباقي هوتک د حاجي عبدالغني زهير زوى د حاجي محمد عمر هوتک لمسی  دى . چې په ١٣٠٨هـ ق کال د کندهار د ښار
د ملا گلداد په کوڅه کې زيږيدلى او په ١٣٣٣هـ ش کال په کندهار کې مړ او د حضرت جي بابا زيارت ته نژدې په خپله پلرنئ هديره کې ښخ دى .

          حاجي عبدالباقي په مروجو ديني علومو کې د پوره حيطې خاوند و . عالم، شاعر او متصوف و. په ځوانئ کې يې تجارت کاوه، بيا يې تصوف ته مخه شوه او له عمر جان صاحبزاده (١) نه يې لاس نيوى وکړۀ .

          حاجي عبدالباقي په پښټو او دري ژبو شعر ويلى او په شعر او ادب پيژندنه کې ژوره مطالعه لري . د شعر ژبه يې روانه او خوږه ده .
 د شعرونو ديني اړخ يې قوي دى . عشقي غزلې هم لري . په شعرونو کې يې تخلص (ملگرى) او (تبسم) دى په دري اشعارو کې يې ځان (تهيدست) بللى دى .

          دده د شعرونو مجموعه (خوږه وينا) نوميږي چې د پلار له شعرونو سره يې يو ځاى، دده په ليک پاته ده (٢) .

          د شعر نمونې :

(١)

نه قلا لرم نه کلى
 نـــه مـې څـوک پر مخ وهلى

 نه قاضي نه محتسب يم
 
  نه دربار ته ورغلى
 

 سوداگر نه يم د پشم
 
  نه مې پاو په منه تللى
 

  نه جواز د انحصار کړم
 
  هيچا خر نه دى تر ټلى
 

  چې حرام به حلا ل بولي
 
  نشته بل تر دې نتلى
 

  له کتابه کړي بحثونه
 
  وي د بل و حق ته غلى
 

خداى ملگرى مفسدمه کړې
مـه يــې کــړې د بــدئ څلـى

(٢)

ده خندا د خنده رويو مهرويانو
 سِحر گـره لوفتنـــــــه د عــــــاشقــــــــانو

  چې په لومې د کاکل په تار اخته کړي
 

 
  نور خنديږي پر بسمل د مقتولا نو
 

  ودانې تى (٣) د تور خال په طمع سومه
 
  
 
  خو مې نه ليدى کمند د صيادانو
 

  د ساحر په شان هميش چشم بندي کړي
 
 
  ما ليدلې ده سودا د سرو لبانو
 

  ما د زړه بيه په لعل د لبو کړې
 
 
 
  بيا که فسخه دا سودا نه کړه بتانو
 

يم ملگرى د غمونو ستا د مينې
 بـيا مې مه کـړئ د ديدن د محرومانو

 

(٣)

مخ دې ياره تر سرو گلو ښايسته دى
بيا دې خود عاشق هميش خـــوار و خسته دى

  تورې زلفې دې دامونه و عاشق ته
 
   
 
  په يوه نظر کاته بس په اخته دى
 

  د سرو لبو مَى دې مست کړم بې چښلو
 
 
 
  تر ذقن لاندې غبغب دې برجسته دى
 

 په خدنگ د باڼو تل مين شهيد کړې
 
   
 
 هم په دا خبره هر څوک دا نسته دى
 

 د دو وروځو تر ميان خال ايږده صياده
 
 
 
  پر تندي دې لکه ستورى ايستاده دى
 

  ستاسو دا   د عاشقانو د سَرو ده
 
  
 
  چې دا سر هم رايگان دى هم مفته دى
 

  د يار خوله مې هيڅ بلل دى په غضب شو
 
 
 
  ول (٤) څه وايې ما ول (٥) دُرِ ناسفته دى
 


د کاکل دې ډيرې لومې تازه کړي
 د ملگـــري زړه پــه هرويښتــــه اختـــه دى

(٤)

په فراق کې د دلبر مې ويښته سپين سو
هم د غم بوټى مې بيا پر زړگي شين ســو

 

  کم قسمته   تور طالع   تر ما بل کوم دى؟
 
  
 
  گرداگرد راته چارپير د بيلتون سين سو
 

  معلم د فلک درس د هجر لوستى
 

 
  که وماته په دې شان په قهر و کين سو
 

  د وصال نوبت يې څرکنده (٦) شغله ده
  
 
 
  تور ليمه مې د فراق په اوښکو سپين سو
 

  د وطن شگې روښانې مرغلرې
 
 
 
  د لا له په شان مې زړه ورپسې خوړين سو
 

په دلبر پسې نارې وهم ژړا کړم
 زه ملگرى دا مې خوى دا مـې آيين سو(٧)

يادونى :

          ١- عمر جان صاحبزاده (١٢٥٤-١٣٠٩هـ ش) د محمد يار صاحبزاده آتش نفس زوى د کلات په غونډانو کې زيږيدلى او په مدينه منوره کې د موټر په ټکر مړ شوى دى .

            ٢- دده د پلار پيژندنه مو د مخه د همدې کتاب په شپږم ټوک کې لوستې ده.

          ٣- د (ته يې) مخفف .    ٤-٥- ول: ويل، وې، ويې ويل .

          ٦- څرکنده – د (څ) په سکون او د (ر) په زورکي د ځليدونکي په معنا . (څرک) ريښه او (نده) يې شاوندى يا ور وستاړى يا سوفيکس دى.

          ٧- په دې باره کې کتلاى شئ :

          - م معصوم هوتک – دوه شاعران، پلار اوزوى- زيرى، جريده- د ١٣٦٤هـ ش د حمل ٢١مه – ٣،٢ مه گڼه – ٢٥٥٦مه پرله پسې گڼه – او ورپسې گڼه .

 

 

 

 

                                                                                            مولوي عبدالجبار بنگښ

 

 

 

          مولوي عبدالجبار بنگښ د کوهاټ د هنگو اوسيدونکى و 
 د ١٣٤٤ هـ ش په شاوخوا کې مړ دى .

          هغه د ديني او ادبي علومو تکړه عالم، د پښتو او دري ژبو غښتلى شاعر او د پيرنگي د استعمار په مقابل کې د ملي آزادئ
 د نهضت مبارز و .

          د هغه يو منظوم اثر ((اسرار العلوم شرح مثنوي مولاناى روم)) نوميږي چې د مولانا جلال الدين محمد بلخي (٦٠٤-٦٧٢هـ ق) د مشهور اثر ((مثنوي معنوي)) د دوو برخو پښتو ترجمه ده .

          مولوي عبدالجبار بنگښ د مولانا د هر بيت ترجمه په يوه پښتو بيت کړې ده او په کتاب کې يې لومړى د مثنوي او ورپسې د ترجمې بيت ليکلى دى . ددې اثر لومړى ټوک يې په ١٣٤٢هـ ق او دوهم ټوک يې په ١٩٦٠م کال کې بشپړ کړى دى . دغه دواړه ټوکونه د ناظم په خپل ليک، د پيښور پښتو اکيډيمئ په کتابخونه کې خوندي دي .

          لکه چې گورو د مولانا مثنوي په رمل مسدس محذوف يا مقصور بحر کې دى، چې هره مصرع يې يوولس هجاوې لري او د ترجمې هره مصرع هم يوولس (او کله دولس) هجاوې لري او د پښتو داستان يا مقام په مشهور متعارف وزن دى چې د رحمان بابا ديوان په همدې وزن داسې پيليږي:

گــوره هســې کــردگـــــار دى رب زما

چې صاحب د کل اختيار دى رب زما

          او د پښتو منظومو کيسو زياتره برخه په همدې وزن ده .

          د اسرار العلوم د اصل او ترجمې نمونه :

طوطى اندر گفت آمد در زمان
 بانگ بر درويش برزد کاى فلان
 په دې وقت دغه طوطى شکر زبان
 په درويش باندې غږ وکړ اې فلان
                       

از قياسش خنده آمد خلق را
 کوچو خود پنداشت صاحب دلق را
 له قياسه دده خلک شول خندان
 په فقير يې گمان وشه لکه ځان
                       

کار پاکان را قياس از خود مگير
 گر چې باشد در نوشتن شېر و شير
 د پاکانو قياس مکړه لکه ځان
گر چې شېر و شير په ښکل کې دي يکسان

                      

اشقيا را ديدۀ بينا نبود
 نيک و بد در ديد شان يکسان نمود
 بدبختان چې نابينا وو په چشمان
 نيک و بد يې په نظر کې شول يکسان
                       

همسری با انبياء برداشتند
 اولياء را هچو خودپنداشتند
 انبياء يې برابر گڼل د ځان
 په وليانو يې کاوه د ځان گمان
                                   

گفت اينک ما بشر ايشان بشر
 ما و ايشان بستۀ خوابيم و خور
 ويل چې دغه دي بشر زمونږ په شان
 پــه خــوړل څښــل لــه مونـــږه دي يکسان

          مولانا عبدالجبار بنگښ چې د انگريزي استعمار په زندان کې
 د مثنوي په پښتو ترجمه پيل کاوه، هلته يې ځان ته د مولا نا جلال الدين بلخى له خوا د مثنوي معنوي په عروضي بحر داسې خطاب کړى دى :

بشنو از من مولوئ دلفگار
 اى کـــــه زندانـــت مبـــارک صــــد هـــــزار

 نيست زندان بلکه اين آغوش يار
 
  
 
  کى شود غمگين ز زندان جان نثار
 

  اين مصيبتخانه راح جان تست
 
  
 
  نيست زندان گلشن جانان تست
 

  عيش و راحت دور از قانون عشق
 
  
 
  کى شود هشيار زان مجنون عشق
 

  آرى آن منصور را بردار بين

  
 
  بلبل تند دوست در گلزار بين
 

  آتش ابراهيم راشد نور عشق
 
 
 
  رفت موسى بر سرير طور عشق
 

  يوسف کنعان بزندان رفت شاد
 
  
 
  هين قلوب عاشقان آباد باد
 

  عشق آن صديق را در غار بود
 
  
 
  نام صدق از سيد الابرار بود
 

  در چمن گر نامدى باد خزان
 
  
 
  کى بهارى آمدى در بوستان
 

  پس فنا شو در وجود دلبرى
 
  
 
  تا ببزم عاشقان سبقت برى
 


قصه هاى عشق را اى مولوى
 رو بخــــــــوان در مثنــــــوئ معنـــــوى (١)

١- په دې باره کې کتلاى شئ :

          - مولوي عبدالجبار بنگښ – اسرارالعلوم شرح مثنوى مولا ناى روم- خطى نسخه – د پيښور پښتو اکيډيمي – په مننه .

          - اکاديميسين عبدالشکور رشاد :

          - د مولوي عبدالجبار بنگښ اسرارالعلوم – زيرى – د ١٣٥٦د کب ١٠ مه – ٤٧ مه گڼه –٢٢٩٣ مه پرله پسې گڼه – لومړى مخ .

          - د پښتانه شاعر عبدالجبار بنگښ دري شاعري – زيرى –
 د ١٣٥٧ د ورى ٩ مه – ٢ مه گڼه – ٢٢٩٧مه پرله پسې گڼه –
 لومړى مخ.

++++

 

 

 

                                                                                       ډاکټر شاه افضل

 

 

 

          د پيښور د سيمې يو شاعر، اديب، د افسانو او ډرامو ليکوال
 او د طب ډاکټر و . 

          په ١٩٦٦م کال او تر هغه د مخه د خيبر ميډيکل کالج د کليزې مجلې، سينا، د پښتو برخې مدير اعلى (سرمحرر) و. دا مجله په پښتو، اردو او انگريزي ژبو چليدله . 

          وايي چې ډاکټر شاه افضل په همدې کال د يوې ناکامې مينې په نتيجه کې، د خپلې نامرادې مينې نه وروسته، خپل ځان وژلى دى
 او ((د خپلې معشوقى په قبر د هغه وينې د هغه نوى سپرلى زيرى و، کوم سپرلى چې به د مينې گلونه خپلو معشوقو له راوړي.))

          د ډاکټر شاه افضل شعرونه او داستانونه د پيښور په مطبوعاتو خصوصاً په ((سينا)) کې خپاره شوي دي . د هغه يو داستان
 ((د نگې څوکې)) په ١٩٦٢م کال لومړئ درجه جايزه اخستې ده .

          د هغه د يو آزاد نظم ((يو ارمان)) څو بيتونه وړاندې کوو :

شپه درته وي هم رنځوره
 هـــم گونگــي تيــــاره خـــوره وي

 ددې تورې شپې سکوت نه
 
  اديره هم بوگنيدلې
 

  هم د ذهن په دې دشت مې
 
  خوره داسې څه چوپياوي
 

  ورسره د کونگ ازل هم
 
  سترگې نه شوې لگيدلي
 

  نه خندا کړسا د باد وي
 
  نه سلگئ د ونو بوټو
 

نه فرياد د وچو څانگو
 نـــه څــــــه پاڼـــــې کـــړسيــدلــــى

او بيا

اې صنمــه نـــاليدليــــه ! تــه څــه داســې پټ شان راغـلا ى

چې خالــق د تصــور هــــم ستــــا راتـــگ نـــــه واى ليدلا ى

کېناستى زما په څنگ کې چې زما بيا ځنکدن شواى

او د شونــــډو پــــه گوټونــــو ستا دوه اوښکې ځليـــــــدلا ى

 

يادونه :

          - د تفصيل لپاره کتلى شئ :

          - ارباب محمد الياس – ډاکټر شاه افضل مرحوم – سينا، کليزه مجله – شپږمه گڼه – ١٩٦٦م – ٩-١٤ مخونه او د مجلې د ادارې له خوا بې عنوانه ليکنه – ٧م مخ .

 

 

 

 

 

                                                                   ملک شېرعلي

 

 

 

          شير علي د سعد الله جان زوى په ١٨٩٨م کال د خويشکي په کلي
 د اباخيلو په يوه کورنئ کې زيږيدلى او د ١٩٦٩م د اپريل په ٢١ مه حق ته رسېدلى دى . 

          نوموړي د ښوونځي تر دريم ټولگي پورې زده کړه کړې ده او بيا يې د خپل کلي د يو ديني عالم مولوي ولي محمد نه د ديني علومو درسونه وويل او قرآن کريم يې تر نيمايي زيات په يادو ياد کړ .

          د ځوانئ له وخت نه يې د شعر او شاعرئ سره مينه وه او د نوښار
 د پښتو ادبي جرگې د غړي په توگه هم پاته شوى دى .

          نوموړى د خدايي خدمتگارو د حزب يو کلک، مضبوط او مخلص ملگرى و چې د انگريزي استعمار گرانو په ضد ددې حزب د نورو غړو په شان يې په ايماندارئ مبارزه کړې ده . شعرونه يې هم زياتره ددې حزب
 د مرام له مخه، اولسي، ملي، ميهني او د آزادئ غوښتنې مضمون لري . دده شعرونه وخت په وخت د لرې او برې پښتونخوا په شعري مجموعو کې، لکه : لعلونه، د تورې او قلم خاوند، پښتني ارمان او ددې سيمې په خپرونو، لکه: اسلم، شهباز، رهبر، پښتون، بانگ حرم او هيواد کې خپاره شوي دي .

          ده په مختلفو فورمونو، لکه: غزل، رباعي، چاربیته، مسدس، مخمس، ترجيع بند، ترکيب بند او نورو کې شعر ليکلى دى
 او دا مستقل منظوم آثار ترې پاته دي :

          ١- ديوان شير .

          ٢- بهار چمن .

          ٣- مجموعۀ نظم افغاني .

          ٤- جنگنامۀ غازي انور بيگ المعروف به شير اسلام .

          ٥- جنگنامه غازي مصطفى کمال باشا المعروف به انقلاب سمونا.

          ٦- د حقيقت نظمونه .

          ٧- اوښکې – دغه مجموعه د – ارزاني پښتو ادب ټولنې خويشکي- له خوا چاپ شوې ده .

          ملک شير علي خان خويشکى د خپل کلي يو دروند مشر و.

          په شعر کې يې ((تندر)) تخلص هم کاوه، مگر زياتره يې، شير علي خان يا ملک شير على خان ليکه .

          هغه په فارسي ادبياتو هم پوهيده او شاگردانو ته به يې د فارسي نظم
 درس وايه .

د شعر نمونى :

 

ځان آزاد کړه د صياد له سخته دامه
 نور يې مه گوره سحر او ماسخوتن ته
                                   

قومونه ويښ شوو  ته ويده يې په بستر پښتونه
 عمر دې تير کړو ځان دې نه کړو برابر پښتونه
                                  

چې پخپلو وينو ملک دې گلزار نه شي
 تر هغې آزادي نه راځي وطن ته
                                  

نظر وکړه ته خپل ځان وته پښتونه
 چيرته طوق د غلامئ چيرته افغان؟
                              

آدميت او شرافت دى آزادئ کې
 چې غلام وي په مثال د حيوان گرځي
                              

پښتونه پاڅه د اسلام ننگ و ناموس وگټه
 زاغ ته مه گوره رنگ وزر ته د طاووس وگټه
 کور کړه روشن په اتفاق ورله فانوس وگټه
 زه اتفاق له د پښتون تمام جهان لټوم
 چې په اسلام کړي ځان قربان هغه افغان لټوم
                              

که ځان دې نر کړو هله ته به شيطانان وشړې
 په اتفاق به له وطن هم پيرنگيان وشړې
 ستا په چمن د بل اختيار دى خپل چمن کړه آزاد
پښتونه پاڅه په تلواري خپل وطن کــړه آزاد (١)

     

          او دا شعر يې د خوشحال خان خټک په مزار د ١٩٤٩م کال د مى په مياشت د مشاعرې په لړ کې ويلى دى :

د پښتنو د آبادئ ښه معمار دا دى

په تمام سرحد کې گل او گلزار دا دى
 د پښتـــون پــه غــم غمجــن جــان نثـــاد دا دى

 

  چې شجر يې د پښتون نهال کولو
  

 
  د پښتون د ملک پاسبان او ماليار دا دى
 

  چې قدم يې په خپل ملک د بل ښى (٢) نه شـو 
 

 هغه نر پښتون ښاغلى دلدار دا دى
 

 چې روښانه پرې وطن د پښتنو و
 
  
 
  هغه دُرِبې بها مزيدار (٣) دا دى
 

  چې علاج يې حکماء وکړلى نه شو
 
  
 
  د پښتون په رنځ رنځور او بيمار دا دى
 

  چې شغلې به د مردئ ترې نه ختلې
 
  
 
  په لښکر د پښتنو کې سالار دا دى
 

  چې له نوم يې لړزيدونکي دښمنان وو
   

  د هغه پښتون اوس ښکلى مزار دا دى
 

  چې ژوندى يې مرده دل په فصاحت شو
  
 

  
  هغه  ځوان شيرين زبان او بيدار دا دى
 

  چې د ملک دپاره ځان يې په زندان کړو
 
  
 
  ژوبل زړه سوى ځيگر او پرهار دا دى
 

  خزانه چې يې د شعر وه سينه کې
 
 
 
  د فصيح شعر ويونکى نامدار دا دى
 

  چې رسا په هره نخښه لگيدلو
 
  
 
  هغه تير هغه کمان او گوزار دا دى
 

  که د ټول ملک اديبان ورسره تول کړم
 
  
 
  د همه و اديبانو سردار دا دى
 

  په ژوندون پرې ښايسته ملک او وطن و
 
 
 
  اوس ښايست ددې بيديا (او) کوهسار دا دى
 
 
  چې راغلى نن روضې ته يې اديبان دى
 
 
 
  هغه ښکلى خوشحال خان فهمدار دا دى
 
 

شير علي يې په صفت کله مړيږي؟
 د پښتــون د وطـن ډول و سينگـــار دا دى (٤)

          يادونې:

          ١- عبدالله جان عابد – د خويشکو ملک شير علي خان – وحدت، ورځپاڼه – پيښور – د ١٩٨٨د مارچ ١١ مه – ١٢٠ مه گڼه .

          ٢- ښى – د (ښه يې) مخفف .

          ٣- مزيدار – مزه دارو خوندور، دلته ښکلى او ښايسته .

          ٤- ددې نظم ماخذ :

          - محمد نواز خطک (خټک) – د تورې او د قلم خاوند – پيښور- دريم چاپ ١٩٦١م – ٩-١٥٨ مخونه . په دې ماخذ کې ددې شاعر لنډه پيژندنه هم شوې ده او د زيږيدو د نيټې په باره کې يې ليکلى دى: ((دغه اندازاً په سنه ٩٥-١٨٩٤ کې به پيدا شوى وي .))

 

 

 

 

 

 

 

 

                                                                             مولوي عبدالسلام صاحبزاده

 

 

 

          مولوي عبدالسلام صاحبزاده د ملا حامد صاحبزاده زوى د لوگر
 د موسهي د ملا فيض محمد آخوندزاده لمسى د لوگر د موسهي په کلي کې زيږيدلى  او د اويا کالو په عمر په ١٣٤٩ هـ ش کال هملته مړ او ښخ دى .

          لومړنئ زده کړه يې له خپل پلار څخه کړې ده او بيا د علم په طلب هندوستان، پښتونستان او ايران ته سفر ونه کړي دي . ددې سفرونو په نتيجه کې نوموړى په ديني مروجو علومو کې د خپل وخت له تکړه او وتليو عالمانو او پوهانو څخه شو .

          پخپله وايي :

تجربه مې د روزگار دى
 چې لرمــــه يــــې هــــر شـــــان

  هندو سند مې گزو گام که
 
  هم دا ټول خپل خراسان
 

  سياحت مې خپل غرض و
 
  په پنجاب او هم ملتان

 پيښور ته چې داخل شوم
 
  سوات سيدو ته شوم روان
 

  خپل مرشد زيارت مې وکه
 
  سوات صاحب غوث زمان
 

  د کوڅې خاورې يې گوره
 
  رانجه زما دي په چشمان
 

  اراده بيا د سفر شوه
 
  په نوښار هوتي مردان
 

  بابا جي مې زيارت وکه
 
  خُرم ښاد شوم هم خندان
 

  چې شهرت يې هم تمام وي
 
  هر (خوا) خور په کل جهان
 

  بيا ولاړم باجوړ ته
 
  کړاکړ باندې ډېر گران
 

د مزار زيارت مې وکه
 پــه شهــرت غــــازي سلطــــان

          ملا عبدالسلام په پښتو او دري باندې په نظم او نثر آثار ليکلي
 او په عربي ژبه يې هم شعرونه ويلي دي . په اردو ژبه هم پوهيده .

          د نوموړي شعرونو ديني تصوفي رنگ درلود . ورسره د ټولنيزو مفاهيمو څرک هم په اشعارو کې يې ليدل کيږي او د ټولنې په ځينو مسلطو ناسمو دودونو يې انتقاد هم کړى دى .

          د هغه ليکلي آثار په دې ډول دي :

          ١- د پښتو شعرونو مجموعه . د هغه په خپل ليک په ١٨٨ مخونو کې ده چې هر مخ يې ١٨ کرښې لري .

          ٢- د پښتو او دري شعرونو گډه مجموعه په ١٢١ مخونو چې هر مخ يې ١٥ کرښې لري .

          ٣- ميراث . په عربي ژبه چې ٩٠ مخه لري .

          ٤- د دري شعرونو مجموعه په ٤٠ مخونو .

          ٥- د پښتو شعرونو مجموعه په ٧٠ مخونو .

          ٦- د اورادو مجموعه .

          ٧- د مجوزه نجوم قواعد .

          ٨- د بلخ اولياء، څه د پاسه په سلو مخونو .

          نوموړي خپل ټول ژوند په ارشاد، تبليغ، تدريس او ليکلو
 تير کړى دى ..

          د شعر ځينې نورې نمونې :

ښه مجلس د هوښيارانو پرې خراب شي
 په مجلس د عاقلانو نادان خار
 هر مجلس د هوښيارانو گبينه ده
 په محفل د دانايانو نادان مار
                       

که مشهور وي په فساد او په بدئ کې
 د شجاع نوم به پرې کښيږدي دا زمان
                       

ړانده نه دي دا نو ولې نظر نه کا
 چې تميز د نيکو بدو شي يکسان
 
 

ډير شاکي عبدالسلامه نور دې بس دى
 لا ددې زمان به وکړې ډېر ارمان
                       

په همت لکه عنقاشه
 غضنفر شه په خپل وس
 سفاکي خويونه مه کړه
 دون اطواره د ناکس
                       

په قضا نه شي تدبير
 هم هغه شي چې تقدير
 چې قضا د سړي راشي
 ژوندون نه کيږي په وير
                       

څلويښت کاله وريده باران د غم
 پـــــه کالبــــد د بابــــا دم پيوستـــــــه نــــم

  ستا د عمر پيمانه تر پنځوس تيره

   
 
  لا هنوز يې په غرور کې تل هر دم


  پښيمان شه له خپل بدو اوس دې وار دى
 
  
 
  او خپل خداى ته انـقياد کړه هم شه سم
 

  چې د بدو مکافات بده سزا ده

 
 
  د نيکئ په لار هميش کښيږده قدم
 

   هره چاره د دنيا فاني بې ځاى ده
 
  
 
  مرد هغه دى چې د ښې لارې کړي غم
 

  هم په لاره تل درومي تل نيکي که
 
  
 
  تل په شرع دى روان وي په ښه چم
 


ذکر فکر سره تل همدم همتا که
 حيــران ولـــې يــې بيباکـه چـون صنـم (١)

يادونې :

          ١- ددې شاعر او د هغه د آثارو په باره کې کتلاى شئ :

          - د شاعر خپل خطي آثار .

          - کمال الدين مستان – د موسهى مولوي فيض محمد آخندزاده
 او دده کورنئ – کابل – د اسلامي علومو د څيړنو مرکز – ١٣٦٧هـ ش – ٩-٦٣ مخونه .

          - د څيړنمل شاه دولا پتمن ليکنې :

          - د ١٣٥٦ کال د زيري د جريدى د ٤٣ مې گڼې په لومړي مخ کې.

          - د همدې جريدې د هماغه کال د ٤٥ مى گڼې په ٣-٤ مخونو کې .

          - د کابل، مجلې، د ١٣٥٦کال په ٤ مه گڼه کې .

 

 

 

 

 

 

                                                                                       محمد صديق جان
 
 

 

 

 

          محمد صديق جان صاحبزاده د محمد جان صاحبزاده (١) زوى  د لوگر د موسهي د مولوي فيض محمد آخوندزاده (٢) لمسى د لوگر  د داوود خيلو د کلي اوسيدونکى دى چې په ١٣٥٠ هـ ش (١٩٧١م) کال د دلوې په مياشت کې مړ او د خپل کلي په هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى .

          ده په ((آغا جان صاحب)) سره شهرت درلود . د غريبو او بيوزلو خلکو سره يې هر وخت مرسته او همکاري کوله .  نوموړي د خپل پلار او نيکه په شان د علم په زده کړه کې پوره زيار وايست او تکړه ديني عالم، صوفي او شاعر و.

   په ديني او اخلاقي موضوعاتو يې منظومې او خطبې ليکلي دي.
 د شعر په نمونه کې به يې د جمعې د لمانځه يوه خطبه وړاندې کړو :

ته پيدا کړې پاک الله ثواب دپاره
 نــه ښاييــــږي اې مومنــه چې عذاب کړې

  شپه ورځ ثنا صفت کړه له سبحانه
 
  
 
 چيرې نه وي په لحد کې ځان کرياب کړې


 
  نازو نياز د فقيرانو وړه په مينه
 
 
 
 
  تږي ډير خړو بوه   چې خداى درياب کړې
 

  که څه ورکړې په نامه د رب او وروره !
 
  
 
  يو په سل به بدله مونده ثواب کړې
 

  د دنيا کارونه پريږده ځان هوښيار کړه
 
  
 
  چيرى نه وي د عقبى کور دې خراب کړې
 

  د دنيا عمر خو لږ دى ژر به تير شي
 
  
 
  نن دې وار دى که ته ځير مه د حساب کړې
 

  شيرين عمر لکه واورې ويلې کيږي
 
  
 
  اعتبار ورباندې نشته چې ته خواب کړې
 

  د مرگي سيلاب عالم سره لاهو کړه
 
  
 
  څه ټکاو به ته و مخ ته د سيلاب کړې
 

  په هيڅ رنگه به خلاص نه شې له مرگيه
 
 
 
  که چاپير د ځان او يا زره حجاب کړې
 

  عاقبت به د کوچمال په نارو ويښ شې
 
  
 
  که هر څو د بچاوڼو د پاسه خواب کړې
 

  خَلَقې په دنيا راغلې بيا ترې ولاړې
 
   
 
 زر په زره به يې ځاى خاوند تراب کړي
 

  هره سا خپله وروستئ گڼلې بويه
 
  
 
 که هوښيار يې د خداى حق ته به شتاب کړې
 
 
  ولې کار د آخرت نه ته غافل شوې؟
 
  
 
  چې هورې د رب پوښتې څه به جواب کړې
 

  شکر وايه په ايمان چې دې نصيب شي
 
   
 
 هم امت کې د حضرت چې يې حساب کړې
 

  له پنځوس لمونځونو فرض شوه پنځه تاته
 
  
 
  ډير افسوس دى چې له دې ځان پيچ و تاب کړې
 
 
  هم روژه له شپږو مياشتو نه يوه شوه
 
  
 
  په لوى فضل کې حساب رب الارباب کړې
 
 
  قوت راکړې په طاعت پروردگاره !
  
 
 
  په قيامت کې مو امان له سخت عذاب کړې
 
 
  مونږه ټول ستا په کرم سره نازيږو
 
  
 
  د جواب طاقت مو نشته که عتاب کړې
 

  د گناه کارونه ټول له مونږ نه  کيږي
 
  
 
  معصيت زمونږ بدل په ډير ثواب کړې
 

  موافق په شريعت باندې چليږه !
 
  
 
  مخالف که شوې روان ځان به بې آب کړې
 

  په قيامت کې د نسب پوښتنه نشته
 
  
 
  مگر کار د نيک عمل او د ثواب کړې
 

  چې هورې ملامتي راځي و تاته
 
  
 
  د پاک رب و عتاب ته به شتاب کړې
 

  ټول مخلوق به د افسوس مږي لاسونه
 
  
 
 چې اې ځانه نفس شيطان څنگه خراب کړې؟
 
 

بارې وخت د عبادت نه وي اې وروره !
مگر اوس که عبادت د رب وهـاب کـړې (٣)

 

يادونې :

          ١- د محمد جان صاحبزاده د پيژندنى لپاره به وگورئ :

          - د ١٣٥٦ هـ ش کال د زيري جريده – ٦ مه گڼه .

          ٢- د مولوي فيض محمد آخوندزاده د پيژندنې لپاره به وگورئ :

          - پښتانه شعراء – درېيم ټوک – کابل – ١٣٤٢ هـ ش –
 (٢٢٠ لمبر شاعر) – ١١- ٧٠٩ مخونه .

          ٣- د درې واړو نوموړو شاعرانو او د دوى د کورنئ په باره کې کتلاى شئ :

          - کمال الدين مستان – د موسهي مولوي فيض محمد آخندزاده
 او دده کورنئ – کابل – د اسلامي علومو د څيړنو مرکز – ١٣٦٧هـ ش .

          - شاه د ولاپتمن – محمد صديق جان – زيرى، جريده – د ١٣٥٧
 د جوزا لسمه – ١١ مه گڼه – ٣م مخ .

 

 

 

 

 

 

                                                                                  ميا معرفت شاه

 


 

          ميا معرفت شاه فقير خيل د ميا واحد شاه فقير خيل زوى د چشمې کلي اوسيدونکى د فقير جميل بيگ له اولادې څخه و.

          د ١٩٩٠م کال د مارچ په ١٢ مه کې مړ شوى دى . 

          درويش صفته، صوفي او دينداره سړى و. د پښتو خطي نسخې يې لرلې او په کور کې ساتلې .

          د نوموړي د شعرونو يوه مجموعه په وړه قطع، په اتيا مخونو،
 د مروتو ادبي جرگې له خوا، په ١٩٨٧م کال، په اورکزي پر نټر، پېښور کې چاپ شوې ده او (د معرفت گلونه) نوميږي . يو دوه نمونې به يې وړاندې کړو :

(١) 

د فقيرانو دعا

په دنيا کې هر يو شى وينمه گران
 د دعــــا قيمــــــت بــــــې شــانه شو ارزان

  په دعا د فقيرانو ملک آباد دى
 
   
 
 په دعا د فقيرانو شي باران
 

  په دعا د فقيرانو بادشاهي شي
 
  
 
  په دې کار باندې پوهيږي عاقلان
 

  فقيري د خداى رسول تابعداري ده
 
  
 
  دوى د خداى کار کې مشغول دي هر زمان
 
 
  د فقير زړه د دنيا له مينې تش وي
 
  
 
  اې عاقله ! دغه کار نه دى آسان
 

  اوسني فقيران واړه کړي سوالونه
 
 
 
  فقيرئ ته رسوي دغه نقصان
 

  

معرفته ! دعا گانې ترينه غواړه !
 فقيران د پــــــــاک الله دي مــــــحبـــــــــان

 

 

 

 (٢)

غزل

ته په صورت (يې) ښاپېرئ نور شهزادگان څه کوم
 په رنگ ته گل يې د گلاب زه نور گــلان څـه کوم؟

  شونډې دې سرې لکه انار، سره دې رخسار مزه کا
 
 
 
  سترگې لرې لکه د زرکې، نور چشمان څه کوم؟
 

  ستا په رضا زما رضا ده، موړ ديدن باندې يم
 
  
 
  زړه مې عاشق شولو په تا  زه نور خوبان څه کوم؟
 

  مخ دې رڼا لکه سپوږمئ تورو تيارو کې کوي
 
  
 
  ته چې ژوندى يې دغه لمر پاس په آسمان څه کوم؟
 
 
  زنه گبين په شان خوږه ياره زما لرې ته
 
  
 
  موړ په گبين (چې) يم هر وخت  بل زنخدان څه کوم؟
 
 
  يار خو مې ته يې د يارانو نه پنډ نه تړمه
 

  
 
  ته زما گل يې نور گلونه د بوستان څه کوم؟ 
 

 

اې معرفته !   شه صادق شيطان غلط دې نه کړي
 مـــخ د يـار گورمـه تـل پټ   زه يې عريان څه کوم؟

 

          د پېژندنې ماخذونه :

          الف : ميا فردوس شاه فقير خيل – شجرۀ نسب فقير خانخيل – اکوړه خټک – ستمبر ١٩٩٢م-١٠١ مخ .

          ب: د مردان د ساولډير د ميا وکيل شاه فقير خيل شفاهي يادښت .

 

 

 

                                                                        مولوي سيد غلام جان قيس



          سيد غلام جان د مولوي حليم گل زوى په خټه يوسفزى په ١٩٠١م يا ١٩٠٢م کال په څوکئ ضلع مردان کې زيږيدلى او د ١٩٧٤م د جون په ٢٣ مه د سهار په اتو بجو له دې نړئ نه سترگې پټې کړي دي .
 د شپږو، کالو د عمر و چې پلار ديني علم پسې له کوره ليږلى و . د شلو کالو په عمر يې د ديوبند نه سند واخيست . بيا يې له ميډيکل بورډ بمبئى نه د حکمت (طب) سر ټيفيکيټ ترلاسه کړ . بيا له رنگون نه مصرته ولاړ او له ((جامع الازهر- الا زهر پوهنتون)) نه يې د علم قراءت خزانه ځان سره کلي ته راوړه .

          هغه د خپلې علاقې يو دروند عالم، ستر استاد، لوى واعظ
 او خطيب، مدرس او مولف و . د سيد غلام جان د ماشومتوب دوره
 د انگريزانو د استعمار گر حکومت په وخت تيره شوې ده . کله چې پوه شو چې خپل قوم يې د انگريزانو د چال فريب په زانگو کې ويده دى، د هغه د راويښولو لپاره يې اوږده نظمونه وليکل . لکه په پښتو کې : ترانۀ اسلام، طارق او هسپانيه، سرزمين ايران، د فاروق اعظم جذبات، خواب ناسوت، مظهر عشق، غزوۀ بدر او په اردو کې: بم نفرت،
 گرداب بلا، انسان، يورپ زده، صداى فلسطين، درس عبرت او نور
 لوى لوى نظمونه.

          د ځينو اردو نظمونو نه يې دا پته لگيږي چې سيد غلام جان د مسلم ليگ د جوړيدلو په وخت په هندوستان کې و او چې کوم ځاى به د مسلم ليک، جلسه وه نو يوسفزى غلام جان به پکې د (قيس) په نوم شامل و.

          د پاکستان د جوړيدو نه وروسته، د هغه درس او تدريس ته مخه شوه. د ليرې ليرې ځايونو نه طالبان به راتلل او د ديني علومو د تحصيل لپاره به هغه سره ديره کيدل . د تدريس نه سربيره هغه د ديني علومو
 په مختلفو څانگو ليکنې هم کړي دي .

          مولوي سيد غلام جان قيس په څلويښت کلني کې د شاه عبدالرحيم با عذروي نقشبندي مريد شوى دى . په دې باره کې وايي :

هغــــه قيـــس پـــه بيابـــــان موندلــــى نــه و

چې موندلى په خلوت کې غلام جان دى

          د سيد غلام جان قيس تاليفات دوو شپيتو پورى رسيدلي دي . زياتره يې د ديني علومو پورې ارتباط لري او په پښتو، فارسي، اردو
 او عربي ژبو خطي نسخې يې د دوى په کورنئ کې شته . ددې نه علاوه نوموړي نه د شعرونو څلور ديوانونه پاته دي چې د ياد شويو ژبو د ادب يوه درنه پانگه ده .

          د ځوانئ د دورې شعرونه يې زياتره عشقي دي . نور يې ديني مضمون لري او لکه چې مخکې وويل شوو د انگريزانو د استعمار
 په خلاف يې اوږدې منظومې هم ليکلي دي . 

          د شعر نمونې :

وبوگنيږم چې د جانان زلفې را يادې کړمه
 لکه پاڼې چې الول کړي تور ښامار په اوږو
                          

دا چې الول په ليچو دې بلوسيږي
 ښاماران دي په چندڼ که ستا زلفان دي؟
                          

د جمال دليل يې مه پوښتئ عالمه !
 گويا نمرته څه حاجت دى د سند
                          

دا چې ته پرې تل نازيږې غلام جانه
 عاقبت به ترينه لاړ شې ارماني
                          

د خښتو ړنگ ديوال به بيا معمار په لاسو جوړ کړي
ولې آباد نه کړو تر اوسه چا مسمار دا جل
                          

د ځوانئ په دې بهار څله نازيږې؟
 چې سپين ږيري پرون لاړه نن ستا وار دى
                          

مه ځه څنگ کې ورسره ځان به گنده کړې
 د بنگي نه دى پليد عطار د حرص
                          

اې د رحمت يدطولى په انتظار کې اوسه
قيس در روان دى نن سبا د گناه بار پـه اوږو

يادونه :

          - په دې باره کې کتلاى شئ :

          - ښاغلى سيف الاسلام سيف – مولوي سيد غلام جان قيس مرحوم- پښتو، مجله – پيښور پښتو اکيډيمي – جلد (٨) - د ١٩٧٦م د جولايى ١٠ مه د ١٣٩٦ هـ ق رجب – ٦ مه گڼه – ٣٥ -٣٦-٣٧-٣٨ مخونه .

 




                                                                                         ملا محمد انور

 

 

 

          ملا محمد انور د ملا خير الله آخوندزاده زوى په ١٨٨٩م کال
 د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کې زېږېدلى او په ١٩٧٦م کال په کويټه کې مړ او هملته ښخ دى . وايي چې هغه د سليمانخيلو قبيلې پورې منسوب دى .

          د ليک لوست او مطالعې خاوند او د پښتو ژبې شاعر او ليکوال و.

          په اماني دوره کې له عبدالرحمان لودين سره يې کلکه آشنايي درلودله، نو ځکه د هغه وخت او تر هغه وروسته د محافظه کارو اقشارو تر تهديد لاندې و .

          ملا انور تر ١٩٤٧م وروسته کويټې ته ولاړ او هملته پاته شو . شعرونو يې سياسي او اصلاحي محتوا، انتقادي لهجه او فکاهي طنزي پرداخت لري . د خپل وخت پر واکدارانو يې برالا انتقادونه کول
 او د پاکستان جوړېدنه يې د انگريز يوه توطئه بلله .

          د ښاغلي ولي محمد سيال کاکړ د ليکنې له مخه د نوموړي
 د شعرونو خطي مجموعه، په کويټه کې د ملا خير محمد بړيڅ له زوى نياز محمد سره خوندي ده .

          د شعر نمونې :

(١)

نن صادقان د خاينانو څه کرار نه لري
 زه بــه نـو څرنگه کـرار استراحـت کومه ؟

  ما د دارينو سعادت و بدبختانو ته ښود
  
 
 
  ما به ول (١) زه د دوئ دپاره لوى خدمت کومه
 
 
 زموږ په وطن کې اقتدار د خاينانو حق دى
 
   
 
  د صداقت په گناه بار ځنې هجرت کومه
 


زه خاينانو جاهلانو داسې وترټلم
پر سينه پروت يم خپل روزگار په دېر زحمــت کومــه

(٢)

که پر درست جهان بهار دى زما يې څه؟
 که د زمکې سر گلزار دى زما يې څه؟
 خپل وطن که مې اصلي افغانستان دى
 چې مې زړه ځنې آزار دى زما يې څه؟
 چې د حق پر ځاى باطل پکې چليږي
 که يې ښه نوم کندهـار دى زما يې څه؟ (٢)

يادونې :

          ١- ول – د – ويل مخفف .

          ٢- د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ :

          - د اکادميسين کانديد محمد ابراهيم عطايي – ملا انور کندهاري د مترقي او انقلابي شاعر او ليکوال په توگه – زېرى، جريده – د ١٣٦٥ د سنبلې ١٢ مه – ٢١،٢٢ مه گڼه – ٢٥٩١مه پرله پسې گڼه .

 


 

                                                                                         الحاج غلام حبيب طوفان کاموي

 



          هغه د ملا عبدالمومن زوى، د ملا محمد ظريف لمسى په خټه ريکا خيل دى .

          په ١٢٩٥ هـ ش کال د ننگرهار د کامې په سنگر سراى کې زيږيدلى او په ١٣٥٨هـ ش کال مړ شوى دى .

          د کامې په اولسي مدرسو کې يې د فارسي نظم او په عربئ کې د فقهې کتابونه لوستي دي .

          په اماني دوره کې يې د جلال آباد په رشديه ښوونځي کې
 تر اووم ټولگي پورې زده کړه کړې ده .

          په ١٣١٢ هـ ش کې د حبيبې په ليسه کې د کاتب په حيث مقرر شو، په ١٣١٣ هـ ش کې تر ١٣١٦ پورې د پوهنې د وزارت د پلټنې
 او بيا د تدريساتو د رياست کاتب و او بيا د دغه وزارت د مامورينو
 د مديريت سرکاتب شو. په ١٣١٧ هـ ش کې د مشرقي ولايت د پوهنې په ماموريت کې د سرکاتب په توگه موظف شو . په ١٣٢٠ هـ ش کې د ننگرهار د مطبوعاتو او د اتحاد مشرقي د جريدې د مديريت مرستيال د مامورينو د پښتو کورسونو آمر او د باختر آژانس د خبريال په صفت وټاکل شو . په ١٣٢٣ هـ ش کې د تجارت وزارت پورې مربوط
 د مشرقي د انطباعاتو مدير او په ١٣٣٤ هـ ش کې د ننگرهار
 د تجارتي محکمې، په ١٣٤٠ هـ ش کې د قطغن د ولايت د تجارتي محکمې او په ١٣٤٠ هـ ش کې د بغلان د ولايت د تجارتي محکمې رئيس شو .

          په ١٣٤٤ هـ ش کې کعبې شريفې ته ولاړ او د حج فريضه يې
 ادا کړه .

          په ١٣٤٥ هـ ش کې د ننگرهار ولايت د قضايي محکمو
 د تحريراتو لوى مدير او په ١٣٤٧هـ ش کې د همدغه محکمې سرپرست رئيس او په ١٣٥٢ هـ ش کې متقاعد شو .

          توفان کاموي د ځوانئ له پيل نه د شعر، ادب، ليکوالئ
 او ژورناليزم سره علاقه مند و. تل به يې خپل آثار، په اتحاد مشرقي
 او بيا د ننگرهار په ورځپاڼه او مجله کې خپرول. په رسمي او ادبي محافلو کې به يې ويناگانې کولې او په مشاعرو کې به يې برخه اخستله . نقادانه قلم يې درلود او په کورنيو او بهرنيو پيښو يې تبصرې ليکلې . د ننگرهار په ولايتي کميټه کې يې د ويښ زلميانو د حزب غړيتوب هم درلود.

 

          د شعر نمونې :

(١)

د زړه درد

درد لرم په زړه کې په احوال مې څوک خبريږي نه
پــټ سکېرلــى گرځمـه پــه هيـڅ دوا جـوړيږي نه

 خوف لرم په زړه کې حق رښتيا نه شم ويلى زه
 
  
 
 
  څوک چې سپين سپيڅلى وي هغه د چا خوښيږي نه
 
 
  درد لره دوا نشته په عرف کې د بې نيازو هيڅ
 
  
 
  ځکه پرهارونه د زخمي زړونو رغيږي نه
 

  حس د نوعيت له منځه ولاړ هيڅ عاطفه نشته
 
  
 
  رحم لطف ورک شو څوک په خير د چا رسيږى نه
 

  ووزي له سيالئ نه هغه څوک چې دولت من نه وي
 
  
 
  علم که حکمت وي بې له دغه شي چليږي نه 
 

  باب شوو فيشنونه غوړ لستوڼي قدر مومي ډير
 
  
 
  زوړ چلتار (سعدي) په مجلسونو کې قيليږي نه
 
 
  سمه سپينه لياره شوه تياره په شخصياتو کې
 
  
 
  دغه توره شپه زمونږه ولې سبا کيږي نه؟
 

  وايي کاميابى د زمانې په چل فريب کې ده
 
  
 
  داسې کاميابي چې وي هيڅوک دې کاميابيږي نه
 
 
 

ښه وشوه لا ليه ! چې له تا يې اقتفا وکړه
 گـــــوره کامــــــوي چې پـه همدغه درد کړيږي نه 

(٢)

د کامې د جزيرې نه آواز

څوک دى چې رسئ د مدد راکړي په لاسونو کې
 ورکه ناپوهئ کړئ  مونږ يې پرې ايستـو څاهونو کې

 

  ورکه ناپوهئ کړئ په عالم کې منظره شولو
  
 
  د ښه ژوند خطره شولو


  څه يؤ لا به څه شوو؟  د غفلت په دريابونو کې
 

  ورکه ناپوهئ کړئ   مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 

 

  آغوندو جامې د نورو بيا هم افتخار کوو
 
 
  نه ورځنې عار کوو
 

  نه خوري نر پښتون د بل ډوډئ په منتونو کې
 

  ورکه ناپوهي کړئ مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 

 

  څو به د احتياج درخواست په لاس يو عالمونو ته
 
 
 
  د نورو ماشينونو ته
 

  څه دى چې پښتون سيزي داړې په اورونو کې
 

  ورکه ناپوهي کړئ مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 
 

 

  جوړې چې ماڼئ آسمان خراشې په جهان شولې
 

  
  ځکه مې ارمان شولې
 

 ((سل قرنونه تير شوو لا پراته يو په قبرونو کې))
 
 
  ورکه ناپوهي کړې مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 
 

 

  راځئ چې علم زده کړو نور د جهل په تماس نه شوو
 
  
 
  ناپوهو په لباس نه شوو
 

  چاچې علم نه زده هغه ټول دي ذلتونو کې
 

  ورکه ناپوهي کړې مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 
 

 

 راځئ چې اتفاق شوو دورنگي له ځانه ليرې کړو

 
 
  په مينه څو خبرې کړو
 

  ورانه د نياگئ شوه د نفاق انقلابونو کې
 

  ورکه ناپوهي کړې مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 
 

 

  ستړي ماغزه ناست دى ((کاموي)) مشاعره کې نن
 
 
 
 
  د ((سيال)) مظاهره کې نن
 
 
  دا پلا دې خير وي چې به څه ليکي بيتونو کې؟
 
 
  ورکه ناپوهي کړې مونږ يې پرې ايستو څاهونو کې
 
 

 

(٣)

حيران مه شه ؟ . . .

ډېر ځوانان دي په هوس کې
 ياران څه وايي مجلس کې؟ . . .

 

  چا ويل چې په پيسو ده
 
  چا ويل چې په طالو ده
 

  چا ويل چې په حيلو ده
 
  د خدمت په سلسلو ده
 

  چا نيولى په تقدير ده
 
  د لويانو په تدبير ده
 

 

  چا ويل په صداقت ده
 
  چا ويل په قدامت ده
 

  چا ويل په ضيافت ده
 
  چا ويل په قناعت ده
 

  ښو او بدو ته نظر کړه !
 
  لوړ او ټيټ نه ځان خبر کړه !
 

 

  چا ويل چې په قوت ده
 
  چا ويل چې په دولت ده
 

  چا ويل په مروت ده
 
  چا ويل چې په رشوت ده
 

  په عينک د خيانت کې
 
  چوکئ گوره په رشوت کې
 

 

  چاليده په وسيله کې
 
  چاليده په قبيله کې
 

  کار نامو او په حيله کې
 
  د تير شوو سلسله کې
 

  د لياقت مور مړه ده خدايه !
 
  که پرسان مړدى له ورايه؟
 

  چا ميندله امانت کې
 
  چا ليدله سفاهت کې
 

  چا نيوله رفاقت کې
 
  چا گټله ديانت کې
 

  مختلف راغله فکرونه
 
  په مجلس کې چې څه وونه

 

  چا د نورو په ذلت کې
 
  د تاوده بازار قيمت کې
 

  چا په توره په غيرت کې
 
  بريښوله په همت کې
 

  رنگ په رنگ ساز و آواز و
 
  چې د ښه رباب شهباز و
 

 

  چا ويل:  ((ما وشما)) شه !
 
  ((جو فروش گندم نما)) شه !
 

  رڼو سترگو ته بريښنا شه !
 
  واخله ورکړه سلمنا شه !
 

  دا اساس د ترقئ دى
 
  د منصب او د چوکئ دى
 

 

  چا ويلې که مُخبر شوې
 
  د آغا جلب نظر شوې
 

  د هر نيک او بد په سر شوې
 
  لوى غماز په لاس خنجر شوې
 

  ښه او بد ستا منل کيږي
 
  چوکئ دا رنگ گټل کيږي
 

 

  چا ويلى که چاپلوس شوې
 
  د ((حاضر صاحب)) قاموس شوې
 
 
  وخت نا وخت ورله پابوس شوې
 
  د آغا د زړه رء وس شوې
 

  دا دى مشق په زمانه کې 
 
  د چوکئ په پيمانه کې

 

  چا ويل که ((چار کلاه)) شوې
 
  او د هر مجلس لا لا شوې
 

  هله وايه چې واه واه شوې
 
  ((يک را غلام صدرا آغا)) شوې
 

  راز و نياز واړه دى دلته
 
  حيران مه شه دې اټکل ته

 

 چا ښوده کف و کالر کې
 
  پوزيشن او کروفر کې
 
  چا د علم په زيور کې
 
  په ښه خوى او په هنر کې
 

  ((جوى طالع ز خروار هنر به
 
   اگر طالع نه باشد باز هنر به))
 

 

چا گڼله په فيشن کې
 
  د ژوندون په نوي فن کې
 

  د لويانو انجمن کې
 
  په ((لبيک)) د هر سخن کې
 

  نيسه ((کيف مايشاء)) وي
 
  هر منصب ستا په رضاء وي
 

 

  چا په هجوه کې ليدله
 
  چا په دروغ رښتيا ويله
 

  چا په وصف دا نيوله
 
  د منصب گونټه گټله
 

  چا چوکئ، شرف فروش ته
 
  کړه هديه، کېباسه گوش ته
 

 

  چا ويل چې په ايثار ده
 
 د وطن په ننگ و عار ده
 

  د ملي درد په امبار ده
 
  د قلم په کار زار ده
 

  شرنگ د تورې لړزول کا
 
  قلمونه ليږدول کا
 

 

  چې د هر صفت اضداد دى
 
  ثابت کړى اجتهاد دى
 

  او چوکئ لره بنياد دى
 
  هغه ښاغلى ((اعتماد)) دى
 

  ددې د هر کارنامو کې
 
  چوکئ گوره په بانو کې
 

 

  کاموي ويل رښتيا ده
 
  چې چوکئ په اقتضاء ده
 

  د لويانو په پروا ده
 
  نه په هغه نه په دا ده
 

هغه زلميان دي چې هم زر هم وسيلې لري
يا ښه قوتونه ارتباط او سلسلې لري

يادونې :

          - د طوفان کاموي د پيژندنې لپاره سربيره د خدمتگار
 پر يادداشتونو او يادښتونو، د پښتو شاعر او معلم د طوفان صاحب
 د زوى ښاغلي احسان الله طوفانزي له ليکلي يادداشت څخه استفاده وشوه . په مننه .

          - د شعرونو ماخذونه :

          ١- دا شعر چې د عبدالله جان لا لي (غمخور) د شعر په اقتفا ليکل شوى د اتحاد مشرقي د جريدي د ٢٩م کال ٦ مه گڼه – د ١٣٢٦ هـ ش
 د ثور اوومه کې خپور شوى دى .

          ٢- دا شعر د ميرا جان سيال له خوا طرح شوې مشاعرې ته ليکل شوى او د اتحاد مشرقي د جريدې د ٢٩م کال ٧ مه گڼه – د ١٣٢٦ هـ ش د ثور ١٤ مه کې خپور شوى دى .

          ٣- ننگرهار، ورځپاڼه – ٤٠م کال – ١٩٦مه گڼه – د ١٣٣٧ هـ ش د قوس اتمه – درېيم مخ .

 




                                                                                   عبدالرحمان الينگارى

 

 

 

 

          عبدالرحمان الينگارى د مولوي سيد نور زوى د نور احمد خان لمسى د عبدالمحمد خان کړوسى په ١٢٩٩ هـ ش کال د لغمان د الينگار درې د بيسرام په کلي په يوه زمکواله روحاني کورنئ کې زيږيدلى او په ١٣٥٨هـ ش کال حق ته رسيدلى دى .

          لومړنئ زده کړه يې د خپل مشر ورور مولوي عبدالحي نه کړې ده . په ١٣٢٤ هـ ش د کابل مستعجله دارالمعلمين کورس ولوست او په همدې کال د لغمان د تيگړيو په ښوونځي کې ښوونکى شو . اوه کاله هلته، لس کاله د کونړ په ولايت کې او بيا لس کاله د لغمان په ښوونځيو کې د ښوونکي او سرښوونکي په حيث وظيفه اجرا کړه او په دې ټوله دوره کې د پښتو ژبې او ادبياتو ښوونکى و . په ١٣٥١هـ ش تقاعد ورکړى شو .

          کله چې نوموړي د ښوونکي په حيث يو کال تير کړ . نو خپل لومړى شعر يې گل پاچا الفت ته وليږه او هغه په اتحاد مشرقي کې خپور کړ. تر دې وروسته، د هغه شعرونه په جرايدو کې خپريدل او د لغمان سندرغاړو به د ښادئ په محافلو کې د سندرو په توگه اورول . هغه به
 د ښوونځيو شاگردانو ته ترانې هم جوړولې .

          په ١٣٥٤ هـ ش کې کله چې د الينگاري وراره مولوي
 حبيب الرحمان خپلو ملگرو سره د لغمان د ولايت پر دولتي ودانيو حمله وکړه، نو د حکومت له خوا له هغه سره يو شمير کسان او عبدالرحمان الينگارى ونيول شو . الينگارى تر دريو مياشتو وروسته خوشې کړى شو. دې سره په سياسي لحاظ له حزب اسلامى سره د هغه ملگرتيا ټينگه شوه . د ١٣٥٨ هـ ش د ثور په ١٨ مه د خلقي حکومت له خوا ونيولى شو او له څه ځنډ وروسته ووژلى شو .

          د الينگاري د شعرونو خطي کتابچې په تالا شيو کې تالا شوي دي. د اولسي سندرغاړو په حافظو کې لا تر اوسه يو څه پاته دي چې
 د هغو له جملې څخه يو شمير يې د لعل پاچا آزمون په ذريعه راټول او په ١٣٧٧ هـ ش کال، د (قلم او قيام) په نامه په پيښور کې چاپ شوي دي .

          کله چې ما (خدمتگار) اولسي تاريخي سندرې راټولولې،
 نو د لغمان په سيمه کې، عبدالرحمان الينگاري راسره مرسته وکړه، هغه سندرې په ١٣٤٧ هـ ش کال د پښتو ټولنې له خوا په (تور بريښ) نومي مجموعه کې چاپ شوي دي . (١)

          د شعر نمونې :

          مخکې مو وليکل چې الينگاري خپل لومړنى شعر اتحاد مشرقي ته ليږلى، د اتحاد مشرقي مدير استاد گل پاچا الفت د هغه شعر سره
 د شاعر د ليک لنډيز هم په دې ډول چاپ کړى دى :

          وروسته له القابو او د خصوصي علايقو له اظهاره :

          که څه هم زه اديب او شاعر نه يم، خو د اتحاد مشرقي تجدد
 او مقناطيسي وضعيت مجبور کړم چې په همدغه ناچيزه قلم د خپل دماغ متاع او د خپل سوي زړه آه تاته وړاندې کړم . علامه اقبال وايى :

بر آور هر چې انــدر سينـــه دارى

سرودى   ناله يى   آهى   فغانى

          ځکه زه هم د ښاغلي رښتين اقتفاء په دې لاندې ساده بيتو سره کوم:

تر کومه؟

نه به وي پوه په راز د مينې بې دردان تر کومه؟
 په لباسي اوښکو به لوند وينم گـريوان ترکومه؟

  تر څو به ژاړي په سرو سترگو يتيمان زمونږه؟
 
 
 
  د ظلم وزور په اور به سوزي عاجزان تر کومه؟
 

  پښتنې خويندې به ساتي زړه کې گيلې تر کله؟
 
  
 
  په ساړه زړه به په کورو کې وي گزران ترکومه؟
 

  زلمي زاړه شوه پيغلو تور سرونه سپين کړه په کور
 
 
 
  دود و دستور به رسوي مونږ ته تاوان ترکومه؟
 

 

ناست په کرسئ د قضاوت وي او کوي جبرونه
 د زور اقرار بــه غـواړي ځينې حاکمان ترکومه؟(٢)

(٢)

غزل

قانون د محبت کې مې عنوان د مينې خوښ دى
په غيږ کې د الفت کې مې جانـــان د مينې خوښ دى

  د مينې مدرسه کې مې د مينې درس خوښيږي
 
  
 
  کتاب د معرفت کې مې داستان د مينې خوښ دى
 
 
  جنون او ليونتوب په عشق کې لويه مرتبه ده
 
  
 
  د قيس په مملکت کې مې ديوان د مينې خوښ دى
 
 
  د مينې برکت دى اسماعيل چې قربانيږي
 
  
 
  د امر اطاعت کې مې جهان د مينې خوښ دى
 

 

په مينه مينه ووايه اشعار الينگاريه !
د شعــر پـه حلاوت کې مې بيان د مينې خوښ دى .(٣)

(٣)

چاربيته

اول وايم درود               په دوســت د رب و دود

په ذات د هغه خداى چې دده په روى دنيا پيدا کړه

خدايې يې هويدا کړه .

                    

  زمونږ خير البشر
 
 د دوه کونو سرور
 
  د ټول عالم بهتر
 

  ما مور و له خپل خدايه د اسلام په هر ساعت
 
 
  په هر قام و ملت
 
    

          

  دنياتى (٤) کړ دعوت
 
  اسلام ته په سرعت
 
  په خپل عالي همت
 

  چې چا به سر کشي کړه د هغه ورسره کار و
 
   
  په امر دستار و
  

          

  غزا به يې کولې
 
  نژدې به وې که ليرې
 
  سرې وينې بهيدلې
 

  کفارو ترينه هره خوا غوښته امان امان
 
   
  دى دوست و د سبحان
 
  

       

  اوس حال به د يو جنگ
 
   ښکاره کړم په دا رنگ
 
   چې زړه دې نه شي تنگ
 
 
  مردار چې (مقاتل) شو نو حضرت وکړو سفر
 
   
  مدينې ته برابر
 
   

        

  اصحاب يې وو ملگري
 
   همت کې وو ښاغلي
 
   د رب وو نازولي
 

 مزل به يې کولو ده په فکر په اټکل
 
   
  ديره شو په ځنگل
 
  

          

  موسم و د گرمئ
 
  د تندې نارامئ
 
  ساراغله تر مرئ
 

  بيا وويل حضرت چې اې علي شاه مردانه !
 
   
  د تندې شو کارگرانه
 
   

          

 علي ته چې فرمان شو
 
  روان په هغه آن شو
 
  دلدل باندې چالان شو
 

  هر خوا ته گرځيده به د اوبو په طلب کې
 
   
  او به يې وې مطلب کې
 
   

          

 ناگاه په يو ځنگل
 
  چې دى شو ور داخل
 
  خيمه يې وليدله
 

  چې گوري پکې ناست و يو بوډا سړى بدرنگ
 
   
  څيره يې وه په رنگ
 
   

          

 علي ويلې څوک يې؟
 
  د کوم جنسه کوم توک يې؟
 
   بس پاڅه وايه روک يې
 

  بيا زرعلي له لاسه ونيوه هغه مردار
 
   
  په بيړه په تلوار
  
            

  حضور ته د حضرت
 
  حاضر کړ په سرعت
 
 حضرت په عدالت
 

  ترې ويې کړه پوښتنه چې زر حال راته ادا کړه
 
   
  خدايي يې هويدا کړه
 
  

          

  پير ويلې بت پرست يم
 
   په بت پرست کې مست يم
 
   د خپل قام سرپرست يم
 

  بيا وويل پاک حضرت ورځه پريږده بت پرستي
 
   
  نور کوه حق پرستي
 
  

          

  پير وويل فى الحاله
 
  زما اوه نيم شل کاله
 
  هم ښځه مې صد ساله
 

  هغه چې راضي نه شي زه هم نه راضي کيږم
 
   
  هيڅ نه مسلمانيږم
 
    

          

  بيا وويل حضرت
 
  دې پيرته په حکمت
 
  شوه ښځه ضرورت
 

  ورځه ښځه دې راوله زر ماته په چسپان
 
   
  چې دا راوړي ايمان
 
    

         

  پير ښځه راوستله
 
  حضرت ته زما گله !
 
  رسول وپوښتيدله
 

  چې اې بوډئ ايمان راوړه او ته شه مسلمانه
 
 
  مه گرځه بې ايمانه
 
   
  

          

  بوډئ ووې رسوله !

  د رب په در قبوله
 
  ته مونږ ته يې مقبوله
 

  ايمان به هلته راوړم چې اوبو راوړې کوهي نه
 
   
  د ديو او د زمري نه
 
           

  حضرت ويلې زر شئ!
 
   سرباز نفر حاضر شئ!
 
  په دې کار کې بهادر شئ!
 
 
  کوهي نه اوبه راوړئ تاسې تير له خپله سر شئ !
 
   
  هغه کوهي له ورشئ
 
           

 (مالک) ويلې ورځمه
 
 خپل سر پرې ورکومه
 
  اوبه درته راوړمه
 

  که ستاسو اجازه وي يو ساعت نه کوم درنگ
   
  کومه پرې غورزنگ
 
          

  مالک ته اجازت شو
 
  په خپل آس په لَغَت شو
 
  روان ډير په دهشت شو
 
 پنځه ديرش ميله لاره يې کوتاه کړله صاحبه !
 
  
  قصه ده عجايبه
          

  ناگاه په يو ځنگل
 
  چې دى شو ور داخل
 
  هر خوا به يې کتل
 

  دستي بيا د اوبو د راويستو يې کړو تکل
 
   
  په فکر په اټکل
  

          

  کوهي نه اژدهار
 
  زمرى ورسره يار
 
  بيرون شو په تلوار
 

  مالک هم ورته توره له غلافه را جدا کړه
   
  خدايي يې هويدا کړه
          

  زمرى اژدهار دواړه
 
  کوهي نه شو فراره
 
  کوهي پاته شو ياره !
 

  مالک کوهي ته راغى چې پرې وکاوه نظر
 
  
  لوگى خيژي بهر
 
          

  مالک اشتر په لاس
 
  يو کاڼى کړ راخلاص
 
  کوهي ته بې وسواس
 

  د کاڼي په گوزار کوهي کې شور شو يک امان
 
   
  تاوې جهان شو وران
 
          

  کوهي نه شر و شور
 
  راجگ شو په هر لور
 
  مالک شو کر و کور
 

  هيبت نه د مالک شو په ملگرى هغه آن
 
   
  په هغه وخت و زمان
 
          

  مالک ويلې پيريان دي
 
  کوهى کې بنديوان دي
 
   وتوته يې حيران دي
 

  ورځمه اوس کوهي ته حال يې ټول معلومومه
 
   
  هملته پسې ځمه
          

  (سعيد) نومي يو ځوان
 
  د لمر په شان تابان
 
  همت کې پهلوان
 

  ده ويلې زه به لاړ شمه کوهي ته په اټکل
 
   
  د خداى په توکل
          

  نور پړى يې د آس
 
 چالا که کړه راخلاص
 
  تر ملا يې سمد لاس
 

  آبل سړي نيولې وه رسئ سعيد شو ښکته
 
   
  چې ولگوي پته
  

          

 پيريان چې شوو خبر
 
  رسئ يې کړه قيبر
 
  سعيد نه ترې په سر
 

  د خداى په رضا باندې شهادت يې شو نصيب
 
   
  د رب درته قريب
  

          

  يارانو دا احوال
 
  په دغه قيل و قال
 
  حضرت ته دم در حال
 

  هم تن يې په مخ کښيښود په تنه کې نه وسر
 
   
  حضور کې د سرور
          

  حضرت يې په احوال
 
  بې حده شو ملا ل
 
  و کار د ذوالجلا ل
 

  په سپين مبارک مخ يې اوښکې راغلې مرغلرې
 
   
  همت کې وې نادرې
 
 

          

  نو راغى جبرئيل
 
  په امر د جليل
 
  د وحى په دليل
 

  درود تحفه يې زر په پاک حضرت باندى ادا کړه
 
   
  خدايي يې هويدا کړه
           

  جبريل ويلې حضرته!
 
  سوچې او پاک صورته
 
   په هر چا يې اوچته
 

  کوهي کې ناست يو دېو دى په نامه د (دير عالم)
 
   
  هغه دى ډير ظالم
 
             

  د زمکې لاندې زمکه
 
  شته مکړه پکې شکه
 
   دېو ناست دى پکې کلکه
 
 
  خو طول د هغې زمکې د همدې زمکې په شان دى
 
   
  دغه زمکه و آسمان دى
          

  هغلته دي پيريان
 
  لري ځان ته سلطان
 
  لښکر يې دى بې شان
 

  بادشاه د هغې زمکې (راجينئ) نامه لرينه
 
   
  حکومت پکې کوينه
          

  علي کړئ پرې خبر
 
  چې ورشي برابر
 
  کل واړه کړي کسکر
 

  بغير د شير علي نه څوک يې کله د طاقت دى؟
 
   
  د جنگ سره يې همت دى
         

  خبر چې شو سرور
 
  په دغه زير و زور
 
  شو بيرته تازه تر
 

  حضرت شير علي وباله چالا که خپله ځان ته
 
   
  ورځه ! د جنگ ميدان ته
             

  علي په دلدل سپور شو
 
  په مينه په سور اور شو
 
   روان د جنگ په لور شو
 
 
 چې لاړو د کوهي دپاسه ودريدو فى الحال
 
   
  خبر شه په دې قال
 
          

  يو کاڼى يې وليدنه
 
  کوهي په سر کې ونه
 
   علي پرې ودريدنه
 

  نظر د شير علي ته يو ځنگل شو برابر
 
   
  علي وکړو نظر
           

 ځنگل نه و هيبت و
 
  دا ځاى د هلا کت و
 
  د درد او د محنت و
 

  ځنگل کې تخت يې وليد چې وجوړ د سرو زرو
 
   
  په کار د کاريگر و
         

  دېو ناست و تخت د پاسه
 
  بې فکره بې وسواسه
 
  خبر نه و خناسه
 

  نجسه قيافه وه هم يې پوزه د خنزير
 
   
  چې ناست و دا بې پير
          

  نور رنگارنگ ديوان
 
  هغلته و عيان
 
  راجينئ يې وه سلطان
 

  د زرو په کالو کې يې د (سعيد) سرته خندا کړه
 
   
  خدايي يې هويدا کړه
        

  علي چې وليد سر
 
  په مخ د ځناور
 
  بې حده شو او تر
 

  له درده يې له خولې نه اواز وايسته په زور
 
   
  روان شو ټول نسکور
 
            

 په دوى راغى قيامت
 
  د ويرې په هيبت
 
  خداى پيښ کړ پرې ذلت
 
 
  پاچا راجينئ پريوته په تخت باندې بې خوده
 
   
  هرگز نه وه په خوده
          

  په خود چې راجينئ شوه
 
  اخته په پريشانئ شوه
 
   له درده ليونئ شوه
 

 خداى راوستلې کورته ما غوښتلې په آسمان
 
   
  چې نه شې گريزان
         

  د راجينئ پهلوانان
 
  درې تنه وو ديوان
 
  بدذات گردن کشان
 

  (شمراز، قرتاز، طهور) د دوى نومونه
 
    
 په دوى به کړل جنگونه
 
         

  راوغوښتلو ځان ته
 
  حاضر يې کړو فرمان ته
 
   د سرو مال تاوان ته
 

  دې ويل دا ځوان ليږلى محمد آخر زمان دى
 
   
  په نوم شاه مردان دى
      

  راجينئ وکړو مذکور
 
  زر پاڅيده طهور
 
  په مثل د تربور
 

  او يا گز يې قامت و دى بدشکله و په شمار
 
   
  په خټه و مردار
 
          

  راووته ناولى
 
  په لاس يې گرز نيولى
 
   په بدنيت و وتلى
 

 بې شرمه بې حيا على صاحب ته يې کړ گفتار
 
   
  د جنگ په کار و بار
         

  ده ويلې جادوگر يې
 
  زما کله همسر يې
 
  ټگئ کې با هنر يې
 

  اوس راغلې زما چنگ ته زه طهور نامه لرمه
 
  په چين کې يم معلومه
 
       

  علي ويلې ملعونه !
 
  اوس باسم دې غاښونه
 
  په خوله درکړم سوکونه
 

  را وړاندې شه ميدان ته مه کوه خبرې زياتې

 
  چې ژوند کړم درنه پاتې
 
         

  علي چې ذوالفقار
 
  په ده کړو ورگوزار
 
  دېوان شوو تار په تار
 

  راځه الينگاريه قصه خلاصه په دعا کړه !
 
   
  خدايي يې هويدا کړه (٤)
 
          

          يادونې :

          ١- د شاعر د پيژندنې لپاره سربېره زما پريادښتونو او يادداشتونو له لاندې ماخذنه هم استفاده شوې ده :

          اسحاق ننگيال- د الينگاري زوکړه او ژند- د (قلم او قيام) په سريزه کې- ١٣٧٧ هـ ش . 

          ٢- د ليک او شعر ماخذ :

          اتحاد مشرقي، جريده- جلا ل آباد – ٢٨م کال – ٥١ مه گڼه –
 د ١٣٢٥ هـ ش د حوت ٢٦ مه .

          ٣- دا ذوقافيتين او ذورديفين غزل د چېارباغ لغمان ښاغلى محمد سرور د کوم سندرغاړى له خولې ليکلى دى .

          ٤- د کيسې دا چاربیته د لغمان د مشهور هنرمند گل محمد، چې په (گلکي) مشهور دى، د هنرمند زوى ښاغلي پاينده محمد
 (١٣٥٩هـ ش کې مړ) په آواز کې ثبت شوى او له کسيت نه د چېارباغ لغمان اوسيدونکي ښاغلي محمد کريم دريور استخراج کړى دى . 

 

 


 

                                                                                محمد اياز پيره خيل

 


 

          محمد اياز د مير واعظ زوى په ١٩٣٩م کال د بنو د ښار نه اته ميله ختيځ طرف ته په يو وړوکي کلي کې چې ((پيره خيل)) نوميږي زيږيدلى او د ١٩٨٦د مى په ١٨ مه مړ او د نوموړي کلي په خوا   د سړک په غاړه هديره کې ښخ دى .

          د هغه د زده کړې په باره کې څه معلومات په لاس نه لرو . له شعر نه يې څرگنديږي چې په ملي ادب، تاريخ او سياست کې د مطالعې خاوند و. ((فراز بخاري)) ځان د هغه شاگرد بللى دى .

          ژوند يې په خپل کلي ديره او حجره کې تير شوى، ميلمه پال دروند پښتون و . زياتره به ناروغه و. په آخر عمر په پښو هم شل شوى و.

          په شاعرئ کې نازکخيال و او ورسره يې د ژوند په کږ ليچونو
 او کنډو کپرو هم نظر و . د هغه په شعر کې هم د گل او بلبل نغمې او هم د وطن د مينې جذبات او تاثرات شته او په خپلو زړه پورې غزلو، رباعياتو، نظمونو او قطعو سره يې د پښتو ادب پانگه زياته کړې ده . دلته به يې څه متفرقې نمونې وړاندې کړو :

 

د حق د لارې د کاروان ملگرو! يو موټى شئ
 اې مظلومانـو د جهان ملگرو! يو موټى شئ

  نا ترسه وخت کړي احتساب زمونږ قدم په قدم
  
 
  د زور گيرئ هر يو عذاب زمونږ قدم په قدم
 

  د عالمي سامراج فکرونو کې تيزي پيدا شوه
  
 
  چې په تيزئ شي انقلاب زمونږ قدم په قدم
  

د ژوند منزل به شي آسان ملگرو يو موټى شئ !
 اې مظلومانــو د جهــــان ! ملگرو يو موټى شئ!

         

  په خپله وينه چې زلمي پوى شي

 
  هله د قام په زندگئ پوى شي
 

  څاڅکى د وينې چې ډگر ته رسي
 
 
 
  عظمت د حسن يې کوثر ته رسي
 

  بوټى د عدل آبياري ترې مومي
 
 
  پسې قيصه د مينې سرته رسي
 
 

چې په نشه د بې خودئ پوى شي
 هلــــه د قــــــام پـــــــــــه زندگـــــــي پــــوى شــــى

          

  مرگ د ژوندون دپاره پل وگڼي
 
   

  هر يو مشکل د لارې مل وگڼي
 

  تاو د زړگي يې د ملت دپاره
 

 
  يو تصور د پيښو حل وگڼي
 

بيا د منزل په لاره ځي پوې شي
 هلــــه د قــــــام پـــــــــــه زندگـــــــي پــــوى شــــى

         

  چې د ما غوندې ستا زړه وا ى بيا خو خير و
 
  
 
  باک يې نه و چې هر څه واى بيا خوخيرو
 

  حادثات او د احالا ت چې بيړندي دي
  
 
  احساسات مې چې ټول مړه واى بيا خو خير و
 
 
  اوس خو نوم د اياز هم ورته عيب ښکاري
 
  
 
  چې دا نوم يې بيخي نه واى بيا خوخيرو
 
         

  نه حال شته  نه ماضى شته  مستقبل تياره تياره ده
 
  
 
  لوگي دي  توره شپه ده  هم منزل  تياره تياره ده
 
               
   نه څوک لاره شي موندلى   مايوسي غوندې خوره ده
 
  
 
  ژوبل ژوبل ارمانونه  ترمې ترمې هر يو زړه دى
 

  رهبر پته هم نشته لاروى پته هم نشته
 
 
 
  خو هر سړى سړى دى د سړي پته هم نشته
 
    

 سپرلى چې راشي اياز ړوند شي سپرلى ونه ويني
 
 
 
  ځکه يې ټول عمر په خوله دى د گلونو ذکر
 

         

  دغه چې مينه ده که اور دى چې ما تل سوزوي
 
   
  يوازې زه نه يم آخر به دې اوربل سوزوي
 

  د گل نظر ته آشنا ترس هم عجيبه غوندې دى
 
  
 
  دا څه قيصه ده چې مې هره ورځ په بل سوزوي
 
 
  لکه چې زه يم ته هم پاته شوې سړې څنگلې
 
  
 

  
 
  د هجر تاو به دې ضرور ساړه څنگل سوزوي
 
         

  ستا ډولئ وه که زماد حسرتونو جنازه وه
 
  
 
  دا مې ژوند کې په ړومبي ځل يوه لويه حاثه وه
 
          

  زړه ! څه دې ور وکړل چې غصه دې کړه ؟
 
  
 
  راز دې يې ښکاره کړه چې ښکاره دې کړه؟
 

   تاو يې د زړه وويست غاښ يې وچيچل
 
 
 
 څه د رنگ سمه سيخه وه کمه دې کړه؟
 

  څه ښکلى ليدل شي مرور چې شي
 

 
  څومره چې ترخه دې کړه خوږه دې کړه
 

  شرم د پښتو د مرئ سمه ږده
 
 
 
  خپله د قاتل چاړه تيره دې کړه
 
         

  د مينې تصور چې لوړ مقام ته رسيده
 
  
 
  ضرور به تهمتونو د الزام ته رسيده
 

  ناکامو انديښنو مې د جنون لاره مونده کړه
 
  
 
  د اوښکو څاڅکى څاڅکى چې انجام ته رسيده
 
 
  زما برخه پکې نه وه دا څه نوې قصه نه وه
 
  
 
  چې فيض د چا د مينې خاص و عام ته رسيده
 
 
  مدهوشه کيفيت و چې يې سترگې واړولې
 
  
 
  له قهره ډک نظر يې انتقام ته رسيده
 

  لوگى دى يو توفان و  د اياز کور يې تباه کړو
 
   
 
 چې غږ د تباهئ يې کلي قام ته رسيده
 

         

ونه گرځئ د لارې د وختو خبر ده
 زړه تــــم ساتـــه زړگيه ! د پښتـو خبــره ده

   ساقي به جام د ميو په راتلو راتلو کې راکړه
 
   
 
  اوس هر طرف ته زور دى د خواستو خبره ده
 

 سپرليه ! ډير سپيره يې ته راځې او هغه نه وي
 
  
 
  د لږې مودې نه ده  د کالو خبره ده
 

  اياز خو نن ايله د پرستش په معنا پوه شو
 
  
 
  سجدو خبره ده  د اشارو خبره ده
         

زما د مينې ابتدا ته يې
 د حسرتونـــــــــو انتــــهــــــــا تـــــــه يـــــــې

  چې ستا د پاکې مينې نوم يادوم
 
 
 
  هغو لفظونو کې ادا ته يې
 

  د چا چې زړه سترگو کې ځاى مومي
 
  
 
  په هغو سترگو کې رڼا ته يې
 
 

اياز دې ځکه گوري زړه په سترگو
 نـــــــاز و ادا تــــــه يـــــې حيــــا تـــه يـــــــــې

          

مرور دى مرور  مې راضي نه که
 يو د گل غوندې بشر مې راضي نـــه کــه

  تړمې اوښکې په گوهر مې راضي نه که
  
 
  په تدبير او په هنر مې راضي نه که
 

   که هر څو مې د خلوص ډيوې کړې بلې
 
  
 
  خو تيارو نه سپين سحر مې راضي نه که
 

  ډک زړگى په چوپه خوله دگور ترغاړې
 
 
 
  د آهونو په سفر مې راضي نه که
 
 

که اياز ورته سلگئ په نغمو رنگ کړي
 د نغمــو پــه دې منظــر مـــې راضي نه که

          

  سا مې ډوبه ډوبه کيږي   د وختونو په ځولئ کې
 
 
 
  خپل نصيب يم غورځولى   د دردونو په ځولئ کې
 
 
  څوک به لاس چاپورې نيسي   دلته هيڅوک د چا نشته
  
 
  د اميد کشتئ په تلو ده  توفانونو په ځولئ کې
 

  تورې ورېځې راخورې شوې   خداى دې خير وکړي ايازه !
 
   
 
 ستا جونگړه ده ولاړه   تندرونو په ځولئ کې
 

         

  دا د څه شي تصور راسره مل دى
 
 
 
  خداى خبر د څه عمل راسره مل دى
 

   عمر تير شو په تلاش کې د منزل مې
 
 
 
  اوږده لار ده نه ختيږي ډير مزل دى
 

  زه پښتون زړگى په څه شي مطمئن کړم؟
 
 
  قتل عام د احساساتو پل په پل دى
 
 
  سوز او ساز دې په نغمو کې پاته نه شو
 
 
  اې ساده غوندې شپونکيه ! وخت بدل دى
 
         

  نازنينې ! دا لامده پاڼه که پورته
 
 
 
  چې اياز ته د غزل مواد پيدا شى
 
         

  په ړنگ مزار د اياز نقش ونگارمه جوړوئ
  
 
  ملگرو ! دلته پيغلې جونې په دې لار تيريږي
 
          

          او د اياز له لاندنيو بيتونو څخه د هغه د مينې ناکامي څرگنديږي چې تاثير يې هر ځاى گورو :

  ستا ډولئ ده که زما د حسرتونو جنازه ده
 
  
 
 دا مې ژوند کې په ړومبي ځل يوه لويه حادثه ده
 
 
  اوس هر څه پردى رالگي که مې دين که مې ايمان دى
 
 
 
  بس په سترگو کې مې ته يې ذکر فکر که سجده ده
 
 
  د اياز ژبه دې پريوزي څه په اوتو بوتو سر شو
 
  
 
  رسوا يي کوي د مينې چا په مينه خو پرده ده ...
 

 

          کاشکى د داسي ښه شاعر د شعرونو مجموعه چاپ واى يا چاپ شي .

          - د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ :

          - فراز بخارى – اياز پيره خيلى يو نومورکى شاعر- وحدت، ورځپاڼه – پيښور – د ١٩٨٨م د جنورى ٣٠ مه – دوهم مخ .

 

 

  

 

                                                                             عنايت الله کمين مجددي

 

 

 

          عنايت الله کمين مجددي د پښتو او فارسي د نازکخياله شاعر الحاج برکت الله کمين زوى او د عبدالرحيم مجددي لمسى دى .

          په ١٣۴٩ هـ ش کال د ننگرهار د سره رود د چېارباغ صفا
 ((د حضرت صاحب کلي)) کې زيږيدلى او په ١٤٠٩هـ ق د ١٣٦٨هـ ش کال د حوت په پنځلسمه کې، د يوې ترافيکي پيښې په اثر په جرمني کې په شهادت رسيدلى دى . جنازه يې د ١٣٦٩هـ ش کال د حمل په لومړيو ورځو پيښور ښار ته ورسولى شوه او د خيبر بازار څلاريزې ته نژدې، د جامع جومات ترڅنگ، د حضرت جي صاحب په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه . د هغه د قبر سر پلوته جوخت د حضرت شاه غلام حسين مجددي (متوفا: ١٢٠٤ هـ ق) مرقد دى .

          عنايت الله کمين د ننگرهار له ليسې څخه د بکلوريا او د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه د ليسانس په درجه فارغ شوى دى . څو کاله د حبيبيې په ليسه کې ښوونکى او بيا د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو د پوهنځي استاد و . آخر په ١٤٠٣هـ ق کال پيښور ته او له هغه ځايه جرمني ته ولاړ .

          عنايت کمين د ټولنيز عدالت پلوى د پښتو شاعر و. نوي شعر ته يې تمايل زيات و او مايې نوي شعرونه لوستلي او زما خوښ شوي دي . چاپ لپاره يې لږ شعرونه ورکړي دي .

 

          د شعر نمونې :

(١)

غزل

چې وسوزوم کور د وينو څښونکو ظالمانو
 بڅرى شوم د سوي زړه د داغ نه والوتم
 چې لاره مې د ژوند د شفق زړه کې کړه پيدا
 پتنگ د سباوون شوم له څراغ نه والوتم
 د سرو گلانو مينه مې گلشن په لوري بيا يې
 بلبل شومه د تورو کاڼو راغ نه والوتم
 چې شمه هر خزان وهلي زړه ته نوې بيا
 نسيــــم د پسرلـــي شومـــه لــه بــاغ نـه والوتــم

(٢)

غزل

قسم مې ستا په لوري د درتلو کړى درځم
 تدبيـــر مــې د خولگـئ د آخستـو کـړى درځـم

  چې درشم او ته نه يې هيلې شي خاورې ايرې
 
    
  جرء ت مې ستا د رشل ته دگيلو کړى درځم
 

  د حسن پلوشې دې را په زړه وروي اور
 
 
 
  پتنگ غوندې مې خيال د سوزيدو کړى درځم
 
 
  اورونه که وريږي راوريږي دې وريږي
  
 
  تکل مې ستا د سترگو د ليدو کړى درځم
 

  د وصل خوږه شپه کارنامې غواړي د فرهاد
 
   
 
 هوس مې د خپل سر د ځاريدو کړى درځم
 

  

ارمان مې د کلونو و چې ومې غواړې خواته
 بــاور مــې د ريبــار پــه اشــارو کـــړى درځــــــم

(٣)

د مينې افتخار

نن چې ښکلى مخ د يار راته ښکاريږي
 جوړ د سرو گلو گلزار راته ښکاريږي

د مجنون په څير د مينې په بيديا کې       هــره نخښـــه د دلــدار راتــه ښکاريږي

دا دې خــال پــه جبيــن ايښى چې ځليږي       که دا سترگه د سهـار راته ښکاريږي؟

د منصـور غوندې که مينه کې په دار شم       دا د مينــــې افتــخـــار راته ښکاريږي

د سپيڅلي محبت په مقابل کې
 دا دنيا بس يو دينار راته ښکاريږي

          - د شعرونو ماخذونه :

          ١- هيواد، ورځپاڼه – د ١٣٥٩ د جوزا اوومه . – څلورم مخ .

          دا شعر د سيد محمد طاهر بينا ددې طرحې په لړ کې ويل شوى:

بلبل وم ستا د حسن بڼ او باغ نه والوتم

رمـــوز د محبــــت وم لــه دماغ نه والوتم

          ٢- ٣- ننگرهار، مجله – د ١٣٥٩هـ ش عقرب – ٨/٣٦٣مه گڼه – ٢٨،٢٥م مخونه .

 

 


 

                                                                               محمد عثمان نژند

 

 

 

 

          محمد عثمان نژند د قاضي سيد فقير زوى اصلاً د روداتو
 د ((کان او کترغي)) څخه دى مگر کورنئ يې د سره رود د احمدزيو په کلي کې اوسېدله او نوموړى په ١٣٠٩هـ ش کال په همدغه کلي کې زېږېدلى او د ١٣٧٩ د جدي په يوولسمه د چېارشنبې په ورځ په پيښور کې مړ او په کان او کترغي کې پخپله پلرنئ هديره کې ښخ دى .

          محمد عثمان نژند خپلې لومړنئ زده کړې د سره رود د کوز سلطانپور په ښوونځي کې ترسره کړه او بيا په کابل دارالمعلمين کې شامل شو . تر فراغت وروسته يې دا رسمي وظيفې سرته رسولي دي :

          - د کابل دارالمعلمين د پښتو ښوونکى .

          - د همدغه ښوونځي د مديريت مرستيال .

             - د ښوونې او روزنې د وزارت د کليو د پراختيا د ادارې مسلکي غړى.

          - د نوموړي وزارت د تدريساتو د رياست مسلکي غړى .

          - د بلخ د ولايت د ښوونې او روزنې د مديريت مرستيال .

          - د کابل د عامې کتابخونې د لوى مديريت مرستيال .

          - د ښوونې او روزنې د وزارت د تاليف او ترجمې د رياست د پښتو څانگې مسلکى غړى چې ډېر کلونه يې همدلته تېر کړل او د پښتو درسي کتابونو د تاليف په چارو کې يې له نورو غړو سره ملگرتيا کوله .

          په ١٣٦٠هـ ش کې متقاعد شو او تر تقاعد وروسته هم يې له دغې څانگې سره همکاري کوله . د ژوند دوه درې وروستني کلونه يې په پيښور کې تېر کړل .

          محمد عثمان نژند د پښتو ژبې ليکوال او شاعر و. په نظم او نثر ليکنې يې د هېواد په خپرونو او د پښتو په درسي کتابونو کې چاپ شوي دي . وينا يې روزنيز اړخ لري .

          چاپي آثار :

             ١- تنکئ هيلې – د ښاغلو نژند او غلام حضرت روغمن د روزنيزو شعرونو گډه مجموعه .

          ٢- د ماشومانو د وړوکتوب دنياگئ .

          ٣- د پيداگوژئ د ښوونکو لارښود .

          نوموړي د ژوند په وروستيو کلونو، د خپلو شعرونو يوه انتخابي مجموعه د چاپ لپاره برابره کړه، مگر افسوس چې مرگ مهلت ورنه کړ .

          د شعر نمونه:

نيک بختي

عاشقان يې تل د هجر په تيارو کې لټوي
 معشوقې يې تل په ناز او کرشموکې لټوي

  مجنون د ليلا دَر ته تصور کې پسې لاړو
 
 
 
  آدم يې د درخو صنم  ابرو کې لټوي
 

  پتنگ يې په سره اور کې تسلي د زړگي بولي
 
  
 
  بلبل يې د سرو گلو په وږمو کې لټوي
 

  ځوانان يې د ځوانئ مستو څپو نيشو نيشو کې
 
  
 
  دا مستې چټې پېغلې يې بنگړو کې  لټوي
 

  پلرونو ته دا هيله په خيالو کې انځور شوې
 
  
 
  خوږې ميندې يې هيلو د بچو کې لټوي
 

  رندان د خرابات هره کوڅه کې پسې سر دي
 
 
 
  زاهد يې په رکوع او په سجدو کې لټوي
 

  خانان خودخانئ له بور جلونو پسې گوري
 
 
 
  شاهان يې تاج محل په منارو کې لټوي
 

  څوک تل د سمندر ته څوک فضا ته پسې درومي
 
   
 
ساينتست يې بيا په خپلو تجربو کې لټوي
 

  د شر خاوند نړئ په شور و شر کې اچولې
 

 
  د جنگ جگړې غوښتونکي په جگړو کې لټوي
 
 
  همدغه لټه لټه کې د ژوند ټول سوز و ساز دى
 
  
 
  دا ځينې يې بهر څوک يې کوټو کې لټوي
 

دا لټه به جاري وي څو چې دا جهان ودان وي
 نژنـــد يـــې د شعرونــو پــه څپـو کې لټوي

د پيژندنې ماخذونه :

          - د پښتو ژبې تکړه ليکوال او شاعر ارواښاد محمد عثمان نژند... ننگرهار، ورځپاڼه – جلال آباد – د ١٣٧٩ د جدى ٢٧ مه – سلمه گڼه – ١-٤ مخونه .

          - سهراب ديدار – د استاد نژند په ياد څو کرښې – ورځ، مجله – د ساپي د پښټو خپرونو او پراختيا مرکز – پېښور – لومړى کال – اتمه گڼه – د ١٣٧٩هـ ش د کب مياشت – ٧١-٧٥ مخونه . 

          د شعر ماخذ : - ورځ، مجله – ذکر شوې گڼه – ٧٢م مخ .

 

 

 

 

 

 

 

 

                                                                                 حاجي اسلام الدين هنريار

 

 

 

 

 

          اسلام الدين هنريار د نظام الدين زوى دى . د دوى کورنئ
 د ننگرهار د سره رود د شمسه پور د کلي اوسېدونکې وه . پلار يې
 د جلال آباد ښار ته کډه وکړه او هلته مېشت شو .

          اسلام الدين په ١٣٢٨هـ ش کال د عبدالوکيل په نامه ښوونځي کې شامل شو . ددې ښوونځي د لومړنئ دورې تر فراغت وروسته، په کابل کې د ابن سينا د لېسې په اووم ټولگي کې شامل او هلته
 د منځنئ دورې تر بشپړولو وروسته د نرسنگ (رنځور پالنې)
 د انيستيتوت شاگرد شو او تر فراغت وروسته د ننگرهار پوهنتون په روغتون کې د نرس په توگه مقرر شو .

          کله چې په ننگرهار کې د نرسنگ ښوونځى پرانيستل شو نو دى هلته د استاد په حيث وټاکل شو او بيا د هغه ښوونځي مدير شو .

          ښاغلى اسلام الدين هنريار تکړه خطاط هم و . د شعر طبع يې هم لرله . په خپل خواږه غږ کې يې د وطن، استقلال او معارف ترانې هم اورولې او د ننگرهار د ليسې او جلا ل آباد نندارې په تولنيزو، انتقادي
 او اصلاحي ډرامو کې يې هم د ممثل په ډول برخه اخستله .

          نوموړي په ١٣٦٥هـ ش کال د حج فريضه ادا کړه، په ١٣٨٠هـ ش کال د ډېرو نورو افغانانو په شان پېښور ته مهاجر او په ١٣٨٢هـ ش بېرته هېواد ته راستون شو او وروسته بيا ديوې سختې ناروغئ لامله حق ته ورسېد . (١) 

د کلام نمونه :

پسرلى راغى زلميانو !   دا وطن ټوله لا له زار کړئ !
 د غفلت له خوبه پاڅئ ! شړ وطن گل و گلزار کړئ !
 نوى کال نوى روزگار دى  نوى ژوند ځان ته پيدا کړئ !
 نوى ژوند مونږ لره ښايي زوړ ژوندون ځان نه کنار کړئ!
 له مړې خاورې عبرت واخلئ ! چې بهار کې را ژوندئ شوه
مټې بډوهئ ځوانانو !  زر راپورته شئ تلوار کړئ !
 وخت د کار او د روزگار دى   تنبلي پرېږدئ يارانو !
 د هېواد لپاره کار کړئ   گران وطن پورته په زيار کړئ 
 د وحدت لاسونه ورکړئ   د وطن خدمت لپاره
 تر بگني پرېږدئ زلميانو !   پرې خوشحاله هنر يار کـړئ (٢)

يادونې :

          ١- د استاد نور الدين مهموم له ليکلي يادداشت څخه .

          ٢- ننگرهار، ورځپاڼه – د ١٣٣٩هـ ش کال د حمل ١٥ مه .

 

 

 

                                                                                                مولوي محمد شيرين

 

 

 

          مولوي محمد شيرين د ملا محمد وزير زوى د ملا امير محمد لمسى په خټه يوسفزى د ١٢٧١هـ ش کال په شاوخوا د لغمان د عزيز خان کڅ په امين آباد نومي کلي کې زيږيدلى او د ١٣٦١هـ ش کال د سنبلې په نهمه د پنجشنبې د ورځې په يوولسو بجو د پيښور د بډه بېرې
 د افغاني مهاجرانو په لومړي لمبر کيمپ کې وفات او هورې ښخ دى .

          د ديني مروجو علومو لومړني کتابونه يې په خپل کور و کلي کې له خپل فاضل پلار او نورو عالمانو څخه لوستي او بيا د ننگرهار د سره رود په سيمه کې د حاجي صاحبانو د کلي له ملا محمد هاشم،
 د مستي خيلو له قاضي شرف الدين، د نظر آباد له مولوي عبدالخالق صديقي او د لغمان د چېارباغ له قاضي مولوي عبيدالله صديقي
 او قاضي مولوي عبدالقدير صديقي څخه لوستي دي. کله چې د مولويتوب
 د فضيلت پگړئ يې وتړله بيا يې نو په خپل کلي کې د ديني علومو تدريس کاوه . له بده مرغه په ٣٥ کلني کې په غبرگو سترگو ړوند شو. په دغه مهال مولوي عبدالخالق صديقي ورته د تدريس اجازه بيا ورکړه او ورته يې وويل چې که څه مشکلات درته پيښ شو، زه به يې درته
 حل کړم. په دې توگه د هغه د درس په حلقه کې له پنځلسو نه تر شلو پورې د علم طالبانو ترې استفاده کوله او ٥٥ کاله يې د تدريس چارې ترسره کولې . وروسته کله چې گوزنگ (فالج) ناروغي ورپيښه شوه نو تدريس ترې پاته شو او د ژوند ترپايه پورې د الله ج په عبادت او لمانځنه بوخت و.

          مولوي محمد شيرين په قادريه طريقه کې د کجورې د ملاصاحب مولانا صيام الدين (١) مريد او ماذون و.

          د ١٣٥٧د ثور د اوومې نه وروسته، نوموړي پيښور ته مهاجرت وکړ او د ژوند ترپايه پورې هلته اوسيده .

          هغه د پښتو شاعر هم و . په اولسي آهنگونو او ديني اجتماعي
 او عشقي محتوا به يې شعرونه ويل او په کسر کې به يې خپل نوم
 (ملا شيرين ) راوړۀ .

د ملا شيرين وينا کې عجب خوند دى

چې دغـــه مــــزه عسلـــو کې هـم نشتـه

          ددې شاعر له دريو شعري مجموعو څخه خبر يو :

          ١- ښاغلي ډاکټر احسان الله هير (٢) د ١٣٤٦هـ ش کال نه د مخه، د مولوي محمد شيرين د شعرونو مجموعه راټوله کړې ده . د نوموړي
 د ليکنې له مخه دغه مجموعه چې دوه سوو مخونو ته رسيدله،
 د اطلاعاتو او کولتور د وزارت د کورنيو خپرونو په لوى مديريت کې ورکه شوې ده . داکټر هير ليکلي دي :

          ((ددې کتاب په باب هغه نظريات چې د پښتو ټولنې پخواني رئيس گل پاچا الفت او نورو کار کوونکو ليکلي وو، اوس هم راسره شته.))

          ٢- د مولوي محمد شيرين د شعرونو دوهمه مجموعه، په کابل کې له ملا قلندر شاه سره وه چې نن د هغې پته او درک هم معلوم نه دى.

         ٣- د نوموړي شاعر مولوي بله مجموعه د ((آثار ملا محمد شيرين)) په نامه، د شاعر د کليوال ملا رحمدل جبار خيل ټولونه ده چې د زيور الله په همت په ٢٠٨مخونو په پيښور کې چاپ شوې ده او د شاعر لنډه سوانح هم پکې راغلى ده. په دې مجموعه کې ٦٠ منظومې چاپ شوي دي چې حمد، نعتونه، تعليمي، تربيوي، انتقادي او عشقي محتوا لري .

          او دا يې يوه نمونه :

 له ډيره درده مې په زړه باندې تورتم راځي
 

  ژړا هر دم راځي
 

  د يار د لوري تل په ما باندې ماتم راځي
 

  ژړا هر دم راځي
 

 

  ستا آشنايئ کړمه برباد     صورت مې ټوله دى ناښاد
 
 
  خپگان په ما باندې هر وخت رقم رقم راځى
 
 
  ژړا هر دم راځي
 

 

  ته مې ليلى زه دې مجنون    درپسې شومه ځيگر خون
 
 
  جفا دې ډېره ترحم دې په ماکم راځي
 

  ژړا هر دم راځي

 

  ستا د وصال په تمه     پروت يم رنځور له غمه
 
 
  حــال مــې بتــر دى پـه پوښتنــه ټـــول عالم راځي
  ژړا هر دم راځي
 

 

  زما نگاره راشه !     د خداى د پاره راشه !
 
 
 توره په لاس کې د بيلتون لکه رستم راځي
 

 ژړا هر دم راځي
 

 

  ملا شيرينه مدام     په يار دې وايه سلام
 
 
  د يار سلام دې ستا له مرگه سره سم راځي
 

  ژړا هر دم راځي
 

 

          مولوي محمد شيرين د استاد گل پاچا الفت همعصره سيمه وال اولسي شاعر او په ققهه کې دواړه د کجورې د ملا صاحب شاگردان وو.

يادونې :

          ١- د مولانا صيام الدين په باره کې کتلاى شئ :

          - پښتانه شعراء – درېيم ټوک – پښتو ټولنه – ١٣٤٢هـ ش-
 ٧١٤-٧١٥ مخونه .

          ٢- د ډاکټر احسان الله هير د پيژندنې او د ملا محمد شيرين 
 د شعرونو د مجموعې په باب د هغه د يادونې لپاره کتلى شئ :

          - عبدالرءوف بينوا – اوسني ليکوال – درېيم ټوک – ١٣٤٦هـ ش- ١٣٦٦م مخ .

          ٣- ددې شاعر د پيژندنې په باب د زيات تفصيل لپاره کتلاى شئ:

          - حکيم الله تصور- مولوي محمد شيرين استاد – ننگرهار، مجله – د ١٣٧٨هـ ش وروستئ گڼه .

 

 

 

                                                                         نور رحمان مسکينار

 

 

 

          نور رحمان مسکينيار د عبدالعزيز زوى په خټه مورچې خيل مهمند د مهمند درې د لعلپورې اوسيدونکى په ١٣٣٧ هـ ش کال په لعلپوره کې زيږيدلى او د ١٣٧٢هـ ش کال د جدي په مياشت، کله چې د کابل ښار په درېيم مکروريان کې د تيلو پسې روان و د کابل د تنظيمي جگړو په راکټ ولگيد او ځاى په ځاى په شهادت ورسيد . جنازه يې
 د لعلپورې په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه .

          مسکينيار په ١٣٥٦هـ ش کال، په کابل کې د رحمان بابا
 له ليسې څخه فارغ او په افغانستان راډيو کې په کار وگومارل شو. 
 د ژوند تر پايه پورې يې د همدې راديو د پښتونستان او هنر او ادبياتو
 په څانگو کې د مسلکي غړي په توگه کار کاوه. په ١٣٦٢هـ ش کال يې واده کړى و او د هغه په شهادت څلور پنځه تنه ماشومان يې يتيمان شول.

          مسکينيار د افغانستان د ليکوالو د انجمن غړى و . شعرونه يې زياتره په راډيو کې د هنرمندانو له خوا د سندرو په توگه ثبت او خپاره شوي دي .

          دغه سندرې د بخت زمينې، ريتا وږمې، پښتون قمر، قمرگلې، سيد عالم، منور، طلا محمد او نورو هنرمندو سندرغاړو په آوازونو
 د راډيو په آرشيف کې خوندي دي . د هغه دې غزل د بخت زمينې په غږ پوره شهرت گټلى دى :

ښايسته ځان مې جوړ کړى په هنر راځه راځه !

گــــودر تــه يـــم روانه مــازيگــــــــــر راځه راځه !

          د هغه شعرونه اولسي رنگ، آهنگ او خوند لري . زياتره د اولس حقيقي ژوند پکې انځور شوى دى . ښاغلى نصرالله حافظ د شاعرئ په کار کې د هغه استاد او مددگار و .

          د شعر نمونې :

(١)

          په دې شعرونو کې د ورور وژنې د هغې جگړې لمبه منعکسې شوي دي چې د مسکينيار ژوند هم پکې لوگى شو :

دا د کومې خوا په مونږ ظلم و ستم دى؟
 چې پريوتـــى پــه جنـــت وطـن ماتـــــم دى

 يو افغان مې بل افغان وژني پخپله 
 
 
  چې دښمن راته نن کور، کلى او چم دى
 

  ته په مونږ فضل و کرم وکړې خاونده !
 

 
  نن پريوتى د افغان په خاوره غم دى
 

  سرې سکروټې لمبه شوي لوگى کاندي
 
 
 
  دا د چا له خولې ختلى نن قسم دى
 

  دا به څوک وي چې رښتيا قضاوت وکړي؟
 
  
 
  نه پوهيږمه زه گرم که هغه گرم دى؟
 

  ملامته هيڅوک نه بولي خپل ځان څوک
 
 
 
  بس په دې زما جاري له سترگو نم دى
 

  خدايه ! مونږه په دنيا سرټيتى مه کړې
 

 
  مونږ د ستا په لار کې ايښى خپل قدم دى
  

مسکينياره ! بختور به هغه څوک وي
 قناعــت چې کــړي پــه حقـه، هغه سم دى

 

(٢)

جوړ مې په زړگي سوي داغونه شول
 اوښکــې مــې پر مخ ځي سيلابونـه شـول

  خپل سکنى ورور زما دښمن شولو
 
 
 
  دا د کوم غماز پکې لاسونه شول؟
 

  لاره د خپل ژوند راځنې ورکه شوه
 
  
 
  پيټى مې په سر امبار غمونه شول
 

  اوښکې د يتيم پر مخ چې گورمه
 
  
 

  
 
  پورته مې له خولې ساړه آهونه شول
 

  ما ويل: شيبې د ښکلي ژوند به وي
 
   
 
  مخکې راته لار کې کږليچونه شول
 

  ډيرې مې د غم څپيړې وخوړې
 
  
 
  ماته د زورگير معلوم ظلمونه شول
 

  ډير مې يو او بل ته ژړا وکړله
 
  
 
  ځکه مې اوچته فريادونه شول
 

  زه د گډ ژوندون په تمه شپې کوم
 
 
 
  تير راباندې ډير داسې وختونه شول
 

  

هله به قرار د مسکينيار زړه شي
 ورک چې لــه دې ملک نه فسادونه شول 

          د مسکينيار په شهادت زړونه ودرديدل . افغانستان راډيو او بي. بي. سي راديو د يادونې پروگرامونه خپاره کړل . ښاغلي حافظ ويرنه
 او ما ادبي پارچې وليکله . ما خپله بولـله چې ١٢٨ بيته لري او د دغه جنگ حوادث پکې منعکس شوي دي هم ښاغلي مسکينيار ته اهداء کړه . . .

          - ددې شاعر په پيژندنه کې حافظ صاحب مرسته وکړه او د هغه شعرونه ښاغلي تاج محمد ياري راکړل . له دواړو څخه مننه .

 

 

 

 

                                                                                              محمد اياز ملنگيار

 

 

 

          محمد اياز ملنگيار د حاجي ملک مسافر خان زوى په ١٣٢٨هـ ش کال د ننگرهار د بهسودو د پېروړ په کلي کې زيږيدلى او هملته لوى شوى دى . نوموړى د خالي ورځې د سهار په لسو بجو د ١٣٧٩ د اسد په ١٤ مه د ١٤٢١د دريمې خور په څلورمه او د ٢٠٠٠د اگست په څلورمه کله چې د (اومر) د موسسې له خوا د ماين پاکولو چارې ترسره کړې
 او د نوموړي موسسې په موټر کې له بادغيس نه هرات ته روان و د يو شمير وسله والو کسانو هدف وگرځېد او له خپلو نورو شپږو تنو همکارانو سره په شهادت ورسيد . جنازې په الوتکه کې ننگرهار ته ورسول شوې او د شهيد ملنگيار جنازه په بله ورځ مازپښين په درناوي
 د پاس ذکر شوي کلي په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه .

          ملک مسافر د اولسي نومور شاعر ملنگ جان خور يى کيده
 نو ځکه د هغه زوى ځانته (ملنگيار) تخلص ټاکلى دى .

          نوموړى ملک د خپل زوى ښوونې او روزنې ته ډيره توجه لرله . محمد اياز ملنگيار خپلې لومړنئ زده کړې د بهسودو د محمدي صاحبزاده په نامه ښوونځي کې او د منځنئ دړورې زده کړو ته يې
 د ننگرهار په عالى ليسه کې دوام ورکړى او بيا د کامې د مراد علي  صاحبزاده په نامه په ليسه کې شامل شوى او په ١٣٤٦هـ ش کال ترې فارغ شوى دى . وروسته يې بيا د کابل د ښوونکو د روزنې په اکاډمئ کې د شپې سرويس کورسونه ولوستل .

          نوموړي د جلال آباد د عبدالوکيل په نامه ښوونځي، د ننگرهار په عالي ليسه او د کابل په نادريه ليسه کې د ښوونکي په حيث وظيفه اجرا کړې ده .

         هغه په ١٣٦٠هـ ش کال پيښور ته هجرت وکړ . هلته په ١٣٦١هـ ش کې د ((تعليمي نصاب)) غړى شو او د مهاجرينو د بچو لپاره يې له لومړي نه تر اتم ټولگي پورې د (پښتو) مضمون کتابونه وليکل او په ((مجاهد)) نومي ليسه کې يې د ښوونکي په صفت دنده ترسره کوله . بيا د ((شهادت)) د ورځپاڼې د ليکوالو د شورا غړى شو . په کابل کې
 د مجاهدينو تر تسلط وروسته بېرته راستون شو او د افغان سيد جمال الدين د رفاهي موسسې د ښوونې او روزنې د مسئول په توگه وگومارل شو . بيا د اي. ان. سي. بي د موسسې د ارتباط مسئول او بيا د ډبليو . او. آر د موسسې سوپر وايزر شو او په پاى کې د (اومر) ماين پاکولو په خيريه موسسه کې د ماسټر تريز (ښوونکي) په توگه مقرر شو .

          محمد اياز ملنگيار به شعرونه، طنزونه، لنډ داستانونه او ادبي نثرونه ليکل . د هغه آثار د انيس، هيواد، ننگرهار (ورځپاڼې او مجلې)، ژوندون، پښتون ږغ، شهادت، سهار، وحدت، شفق او اطلاعات په موقوته خپرونو او د ننگرهار، بي. بي. سي، امريکا غږ او هند غږ په راډيو گانو کې خپاره شوي دي .

          د هغه شعرونه روان، ساده او عام فهمه وو او کله به په ټوکو او طنزي الفاظو يې خوند لا زياتيده . د فورم له مخه اولسي آهنگونو ته يې تمايل زيات و . اثارو يې ملي، ديني، حماسي او عشقي محتوا لرله .

 

          د کلام نمونه :

شهيد

څوک چې شهيد شي د اسلام دشريعت په لاره
 د جنــت حـــورې انتظــار کـړي د جنـــت په لاره

  د خداى وعده ده چې شهيد به په جنت کې وي تل
 
   
 
 لا په دنيا کې خپل مقام گوري اوچت په لاره
 

  د سر سخي د خداى په وړاندې د عزت خاوند دى
  
 
  تاج يې له وراښکاري پر سر د شهادت په لاره
 

  لار د مطلب انسان ته لنډه شي د خداى په امر
 
 
  که چا قدم په اخلاص کښيښود د همت په لاره
 

  د لوړ همت بيرغ يې لوړ تل په دنيا رپيږي
 
  
 
  د شهيد دې عزت ته گوره د حکمت په لاره
 

  د حق ميدان کې به سرلوړى په عزت ولاړ وي
 
  
 
  چې په اخلاص عمل کوي د ديانت په لاره
 

  د پاک الله د بندگئ مزه به وڅکي زر
 
  
 
  چې سر قربان کړي د الله د محبت په لاره
 

  

د حقې لارې شهيدانو ته دا سوال کومه
 چې هېر مو نه شي ملنگيار د شفاعت په لاره

         - ددې شاعر په پيژندنه کې سربېره د مولف پر يادښتونو له لاندې ماخذ نه کار اخستل شوى دى :

  - صديق منصور انصارى – د ارواښاد شهيد استاد ملنگيار لنډ ژوند ليک – ننگرهار، ورځپاڼه – سه شنبه – د ١٤٢١د جمادى الاول اتمه- د ١٣٧٩ د اسد ١٨ مه – د ٢٠٠٠ د اگست اتمه .

 

 

 

 

 

                                                                         سيد عبدالخالق صادق

 

 

 

 

          سيد عبدالخالق صادق د مير آغا زوى په ١٣٢٠ هـ ش کال
 د کندهار په ښار کې زېږېدلى او د ١٣٨٠هـ ش کال د اسد په ٢٦مه په کندهار کې وفات او د لويې ويالې شمال لورې ته د طالبانو هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى .

          د کندهار په بيلا بېلو ښوونځيو کې يې تر دولسم ټولگي پورې زده کړه کړې ده او ديني علوم يې په مدرسو او جوماتونو کې لوستي دي . يو وخت يې (رهنماى معاملات سيد عبدالخالق) هم چلاوه .

          د ژوند په پاى کې له هغه څخه ايکې يو زوى او په سوونو
 د شعرونو پارچې پاته دي .

          هغه يو تکړه اولسي شاعر و چې شعرونه يې سندرغاړو هنرمندانو
 د ښادئ په محافلو او راډيو- تلويزيون کې اورولي دي . په دې هنرمندانو کې عبيدالله جان کندهاري، سيد محمد او د کندهار نورو سندرغاړو برخه اخيستې ده .

          په وروستيو کلونو کې نوموړي هم خپل يو لړ شعرونه په خپل غږ کې زمزمه کړل . دغه او د هغه بې شمېره شعرونه د سندرغاړو په غږونو په کسيټونو کې ثبت او بازار ته وتلي دي .

          همدارنگه د هغه د شعرونو مجموعې د کندهار د کتاب پلورونکو له خوا چاپ او خرڅلاو ته وړاندې شوي دي چې د ځينو نومونه يې دا دي:

          ١- د مرجانو امېل .

          ٢- منتخبات صادق .

          ٣- هميشه بهار .

          ٤- کليات صادق لومړى ټوک .

          ٥- کليات صادق دوهم ټوک .

          ٦- د هيلو کاروان .

          ٧- د کندهار ښکلا .

          ٨- د ادب طلوع .

          ٩- گلزار . 

          ١٠- د حسرت اوښکې او داسې نور .

          او ښايې چې ډېر شعرونه به يې ناچاپه د سندرغاړو په حافظو
 او يا په خطي توگه پاته وي .

          دې کثير الکلامه شاعرو د غزل ترڅنگ نشرحې، قطعې، څلوريزې طنزيه شعرونه، طنزيه منظوم داستانونه، ترجيع بند او ترکيب بند هم ليکلي دي .

          د هغه شعرونه عشقي، ملي، انتقادي او اجتماعي محتوا لري
 او د پښتو ژبې د اولسي شاعرئ ستره پانگه تشکيلوي .

          په لر بر افغانستان او شاوخوا سيمو او نورو هيوادونو کې مېشت افغانان د هغه شعرونه په مينه اوريدلي او خوند او پند يې ترې
 اخيستى دى .

          سيد عبدالخالق لنډې کيسې هم ليکلي دي چې په هغو کې
 د ځينو سياسي نظامونو غندنه شوې ده او د شاعر په خپل ليک، له ښاغلي صالح محمد صالح سره خوندي دي . 

          دغه دردمن، ځورېدلى، کړېدلى، اولسي شاعر د خپل چاپيريال
 د خلکو او اولس د ژوندانه د ذهني او عيني ستونزو يو ښه انځور گر و.

د هـــر چــا چې مخامــخ  و مـخ ته ناست هغه دلبر وي

هــره شپـــــه يـــې د شوقــدر  هــره ورځ يې د اختر وي

د هر چا چې و بغل ته   ناســـت وي يـار او ريبار دواړه

پر يوه خوا به يې سپوږمى وي  پر دا بله خـوا به يې لمر وي

 

          د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ :

          - صالح محمد صالح- د قندهار نامتو اولسي شاعر سيد عبدالخالق صادق – وحدت، ورځپانه – د ٢٠١٢ د نومبر ١٢ مه .

 

 

 

 

                                                                                             سيد ظهير الدين

                                                                                                          يا

                                                                                            رحيمداد شاه ستي

 

 

 

 

          سيد ظهير الدين په ١٩٢٠م کال د کوز کونړ د ((سلامپور))
 د سيمې په ((سرپيران)) نومي کلي کې، د سيدانو (پاچايانو) په يوه درنه کورنئ کې د ((شمس پير)) کره زېږېدلى او د ٢٠٠٥م د جون په نولسمه د پاکستان په کراچئ کې حق ته رسېدلى او هلته خاورو ته سپارل شوى دى .

          د هغه د نيکه نوم پير شمس الدين و.

          سيد ظهير الدين د زده کړې پيل د خپل کلي په جومات کې
 د مولوي غلام حيدر سره وکړه او وروسته په ١٩٣٤-١٩٣٦م کلونو کې د سوات بريکوټ کې، د کونړ قاضي محمود سره او د١٩٣٧-١٩٣٩م کلونو کې د اټک ضلعې ((غور غښتي)) کلي په يوه ديني مدرسه کې زده کړو ته دوام ورکړ .

          د سيد ظهير الدين پاچا د ځوانئ په مهال، د هغه د ماما، عثمان خان صافي، د کونړ د گوجرانو سره په څه وجه لانجه وشوه . په دې
 لړ کې د گوجرانو يوه جرگه د دوى ځاى ته راغله . نو سيد ظهير الدين
 او د هغه د ماما زوى، اجمل خان صافي، په جرگې باندې ډزې وکړې .
 دا کار د دوى د ځوانئ د جوش او احساساتو لا مله وشو او د اولسي رواياتو او عنعنو سره يې سمون نه درلود .

          نو دواړو خپل کور کلى پرېښود، سوات ته ولاړل، د جلا وطنئ ژوند يې اختيار کړل او تر مرگه پورې کور ته ستانه نه شول .
 نو سيد ظهير الدين د همدې لامله خپل نوم واړاوه . د هغه نوى دوهم نوم (رحيمداد) او د شاعرى، تخلص يې (ستي) شو .

          په ١٩٣٩م کال چې د غورغښتو له مدرسې نه فارغ شو په ديني علومو يې عبور حاصل شوى و خو ځان ته يې چېرې هم مولوي، يا مولا نا نه ويل او تر ١٩٤٢م پورې يې د پښتونخوا په مختلفو ځايونو کې خواري مزدوري کوله .

          په دې مهال د خان عبدالغفار خان بابا په مشرئ . د خدايي خدمتگارئ نهضت په ډېر جوش و خروش کې و . ستي صاحب هم ورسره ملگرى شو . په دې تحريک کې، د مولا نا شاکر الله سره د ستي صاحب نژدې رابطه وه . او په مشاعرو او جلسو کې به يې ورسره برخه واخيستله او انقلابي نظمونه به يې ويل .

          په ١٩٤٢م کال په لومړي ځل خپلو ملگرو سره لاهور ته ولاړ .
 دا هغه وخت و چې په لا هور کې د ((خاکسار)) تحريک درې ورځنئ جلسه وه . د مسلم ليگ او کانگرس جلسې هم وې . په دغه کال ستي صاحب له لاهور څخه ډيلي ته ولاړ . په ډيلي کې د هند د ملي کانگرس نهضت د مولانا ابوالکلام آزاد په لارښوونه په زور او شور چلېدۀ . ستي صاحب هم د کانگرس په هلو ځلو کې برخه واخستله
 او د هندوستان په آگره، عليگړه، بلند شېر، مراد آباد، نجيم آباد، مېرټهـ، مظفرنگر، رامپور، شاهجهانپور، پيلي پت، ټنډله، کانپور، لکهنو او بريلي غوندې ښارونو کې يې ورځې شپې تېرې کړې .

          ستي صاحب د پاکستان تر جوړېدو وروسته، په ١٩٤٨م کال
 د ((کهو کراپار)) په لار، کراچئ ته ولاړ او هلته د ژوند تر پايه پورې ميشت و.

          په دغه مهال ((قرار دين)) نومى سړى، چې اصلاً د کوهاټ د ضلعې لا چي سره خوا کې د ((چيچنه)) د کلي اوسيدونکى و، هلته په کراچئ کې استوگن و . ستي صاحب د نوموړي له لور سره واده وکړ، مگر
 د قسمت خبره ده چې د ستي صاحب اولاد نه و او د کوروا لا وراره ((جاوېد شاه)) او ورېره يې د بچو په شان وپالل او پخپله د ژوند ترپايه د دغې کورنئ سره اوسېده .

          ستي صاحب په ١٩٨٤م کال د طريقت په سلسله کې د ايبټ آباد د کهيال د محلې د سيد مرتضى حسين شاه مريد شو او د نوموړي
 د مړينې ويرنه يې هم ليکلې ده چې داسې يې پيلوي :

بيا به دوباره چېرې رانه شې په جهان

اې مرتضى شاه پيره لــه تا شمه قربان

          ستي صاحب د شاعرئ پيل په ١٩٣٤م کال کې کړې دى . شاعري يې د مقصد نه ډکه ده چې ملي، عشقي، انتقادي او ديني محتوا لري . د کراچئ په ادبي محفلونو کې يې ډېره برخه اخيستې ده
 او ((لويه ادبي جرگه – کراچئ)) د نوموړي په مشرتوب تر ډېره وخته
 د ادبي هلو ځلو مرکز و .

          د ستي صاحب د کلام مجموعه (د حق چغه) – د پښتونخوا
 د خيرآباد د کلي د اوسيدونکي شاعر او ليکوال ښاغلي ماصل خان آتش په زيار، د ((اباسين پښتو ادبي جرگه خيرآباد ضلع نوښار پښتونخوا)) له خوا په (١٥٤) مخونو په ٢٠٠٨م کال يونيورسټي بک ايجنسى – پېښور)) چاپ کړې ده . دې مجموعې باندې د ښاغلي آتش 
 تر مفصلې سريزې وروسته د ښاغلي هارون الرشيد خټک (يو څو خبرې) او د ښاغلي ابراهيم اظهار خټک ليکنه (ستي خو سَتي و . . .)
 هم لوستى شوو .

          د کلام نمونې :

(١)

د فخر افغان بابا په وفات

لاړې رخصت شولې زمونږه قدردان بابا
 ستا نه قربان شمه قربان  فخر افغان بابا

  ستا جدايي په داسې وخت کې مناسبه نه وه
 
  
 
  درپسې ژاړي په سرو سترگو بوډا، ځوان بابا
 
 
  تاته چا بد ويلي نه دي مرور شوې ولې؟
 
  
 
  وړى د چانه دې په زړه کې دى خپگان بابا
 
 
  ته رانه لاړې مونږ دې پرېښودو گرداب ته د غم
 
  
 
  نه پوره کېږي ستا کمى په دې جهان بابا
 

  که د  وس کار واى مونږ به تلو ته   ته پرې ايښى نه وى
 
 
 
  د ازل کار دى مونږه واړه يو ناتوان بابا
 

  څوک به دا ستا په ځاى خدمت کړي د غريبو خلکو
 
  
 
  رانه کپړې شلوي په دې وخت کې سگان بابا

 
  

راشه په خوب کې ډاډگېر نه پښتنو ته ورکړه!
 لــه غمه ستا ژاړي هر څوک په لوند گرېوان بابا !

(٢)

غزل

ليدلي مې اوربل کې دي گلونه  د ليلى
 وږمــــې د پسرلـــي وايــــــي  حالونــه  د ليلـى

  دا چا ورله جوړ کړى سر کې دى د گلو چتر؟
 
  
 

  
 
  ښکارېږي په سرول کې کمالونه د ليلى
 

  مندرې نرئ نرئ يې کوي لا په غوږ و خوند
 
  
 

  
 
  چار گل په لبو سرو وهي ټالونه د ليلى
 

  مژگان يې تېره غشي نرئ وروځې يې ليندې دي
 
   
 
 گولئ دي د ټوپک سترگې لعلونه د ليلى
 

 ناصحه ! ماته مکړه د ثواب عذاب خبرې
 
  
 
  زما په تخيل کې دي خيالونه د ليلى
 

  

د شرعې په موجب زه ستي نه يم ملامت
 له خدايه پينځـــه وخت کړمه سـوالونه د ليلى

د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ :

          - رحيم دادستي – د حق چغه – او پر هغې باندې د ښاغلو ماصل خان آتش، هارون الرشيد خټک او ابراهيم اظهار خټک ليکنې- پيښور- ٢٠٠٨م.

 

 

 

 

                                               کرامت علي خان غمگين

 


 

          کرامت علي خان غمگين د اميل شاه زوى په ١٩٤٥م کال د کوزې پښتونخوا د نوښار د اکوړي علاقې د مغلگي په کلي کې زېږېدلى
 او د ٢٠٠٨م کال د جنوري په درېيمه حق ته رسېدلى او د هماغه کلي په پلرنئ هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى .

          هغه يو اولسي شاعر دى، په مشاعرو کې يې برخه اخېستې ده، په وينا کې يې سادگي او رواني ډېره او د هغه په هر کلام کې د اولس د زړه آواز شامل دى . 

          د هغه چاپي مجموعې :

          ١- د ميرې گل .

          ٢- د اوښکو باران .

          ٣- انگار گلونه .

          د وينا نمونه يې چې سندرغاړي ((بهار علي)) ويلې ده .

غزل

ته ولاړې زه دې پرېښودم ژړا ماله راځي
 قرار به خداى خبر چې کله  بيا مالـه راځــي
 ته ښکلى يې په ښکلو کې زما دپاره ته يې
 دا نور ښکلي به څه کړم که دنيا ماله راځي؟
 

جلاته ! سر مې پرې کړه که دا يو اقرار پکې وي :
د مرگه پس که چيرته (خوږ) آشنا ماله راځي
 غمگين کرامت وايي د دروغو يار دې نه يم
 صفــا خبــره ښـه ده چې صفــــا مالـــه راځـــــى 

يادونه :

          - فيروز خاق صادق –  خدايه ! څه شوو هغه ښکلي ښکلي خلق؟ - وحدت ورځپاڼه – پيښور د ٢٠٠٩ د جنورئ ٢٤ مه (د ١٣٨٧
 د دلو څلورمه . 

 

 

 

 

 

                                                                             منتظر بېټنى

 

 

 

 

          همېش گل منتظر بېټنى د صالح خان زوى د ١٩٣٥م کال د مى په لومړئ ورځ د پښتونخوا د ټانگ د ضلعې په گلان کې زېږېدلى 
 او د ٢٠٠٨م کال د فرورئ په لومړئ نېټه مړ او هورې پخپله پلرنئ هديره کې ښخ دى .

          لومړنئ زده کړه يې په خپل کلي کې تر اتم ټولگي پورې وکړه . بيا د يو ښونځي ښوونکى شو، او ورسره يې زده کړو ته دوام ورکړ 
 او څوارلسم ټولگى يې سرته ورساوه بيا يې په پښتو کې (ايم – اې) وکړه .

          د پښتو شعر او ادب سره يې ډېره مينه وه، د اردو هم ښه شاعر
 او اديب گڼلى شو خو اصلاً د پښتو له نوموړو شاعرانو، اديبانو، څېړونکو، نقادانو او ژب پوهانو څخه گڼل کيږي .

          د هغه ځينې تاليفات :

          ١- پنځه حرفو نه ، ديارلس آوازونه . څېړنيزه ژب پوهنه .

          ٢- د قطب ستوري . د شعرونو مجموعه .

          د پښتو املاء او نورو موضوعاتو په باره کې يې څېړنيزې ليکنې په جريدو او مجلو کې چاپ شوي دي .

          د وينا نمونه :

غزل

ستا په ياد چې مست و، هغه زړگى مات شو
 لکه ښاخ د گل بې بره تنکى  مات شو
 ما دپاره تاج محل و  جام د جم و
 ستا نظر کې خو  د خاورو منگى مات شو
 زه په مات زړه درته خاندم ته خپه شوې
 چې له لاس مې ستا د لېچو بنگړى مات شو
 يارانه کې داسې ډېر بنگړي ماتېږي
 شکر باسه زړه دې نه دى څولى مات شو
 گلابي لاړې ترکله گوگل نيسم؟
 پاس په زړه مې ستا د ظلم ازغى مات شو
 گله ! تاته منتظر چې پرې سلام کړې
 هغه گوتې پرې شوي، هغه تندى مات شـو(١)

ماخذ:

          ١- فيروز خان صادق- خدايه څه شو؟. . . – وحدت، ورځپاڼه، پيښور – د ٢٠٠٩ د جنورئ ٢٥ مه .  

 

 

 

 

 

                                                                 تاج اکبر نصيب اپرېدى

 

 

 

 

          تاج اکبر اپرېدى د ملک عبدالله خان زوى په ١٩٣٠م کال
 د پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په بابري بانډه کې زېږېدلى او د ٢٠٠٨م کال د مارچ په ١٧ مه مړ او هورې ښخ دى .

          لومړنئ زده کړه يې په خپل کلي کې وکړه ، بيا د معاش په تکل پوځ کې شامل شو . په ١٩٥٠م کال بنگال ته ولاړ او د ډاکې په پوهنتون کې د جينکو شاگردانو د رل انسټرکټر په توگه وگومارل شو. په همدې دوران کې، د کالج له يوې شاگردې سره د هغه د مينې داستان پيل شو او همدغه مينه د هغه د شاعرئ او داستان نگارئ سبب وگرځېد . د پوځ نوکري يې پرېښودله او په شخصي ادارو او پراجيکټونو کې يې ملازمت وکړ، خو دا هر څه يې نيمگړي پرېښودل او ځان يې مستقل طور باندې ليک لوست ته اوزگار کړ. په ١٩٩١م کال پرې د زړه حمله راغله . ډاکټرانو ورته د آرام او يوازې توب مشوره ورکړه . د همدې موقع څخه يې په کار اخستو، خپل داردو ژبې ناول (((د لهن درخت اور دوقبرين)) ليکنه بشپړه کړه. دې سره يې د پښتو شاعرئ مجموعه د ((ژوبلې بسپاکې)) په نامه تياره کړه، مگر ژوند ورسره وفا ونه کړه چې چاپ يې کړي .

          په پښتو کې به هغه ځان ته ((نصيب)) تخلص غوره کړى و. دوستانـــو بـــه ورتــه ((جانانـه صيـــــب)) وايه او په کلي کې په ((کاکا جي 

صيب)) مشهور و. ورځپاڼو ته يې په مختلفو موضوعاتو ليکل کول .

          د وينا نمونې :

(١)

دوه ميــــــــــن جــــــــــــدا شـــــــــو پــــــــه ژړا ژړا

يو لېرې روان دى بل خو خاورې ايرې کېږي

(٢)

په خيالونو کې مې ولې ته راځې؟
 په خوبونو کې مې ولې ته راځې؟
 چې د غم غلطېدو ته رباب ساز کړم
 په سازونو کې مې  ولې ته راځې؟
 زه نصيب الله ته چې په سوال يم
 پــه سوالونـــو کې مـې ولــې تـه راځې؟

(٣)

و چوپاڼو کړ سا اورم، داسې لگي چې ته راغلې
 زمـا قبر کې رڼا شوه، داسې لگي چې ته راغلي

(٤)

نن ماته په ډکو سترگو وگوره !
 بيــا بــه لېــدى نه شم که جدا شومه . (١)

١- ماخذ:

          - فيروز خان صادق – خدايه څه شو؟ . . . – وحدت، ورځپاڼه پېښور- د ٢٠٠٩ د جنورئ ٢٧ مه .

 

 

 

 

 

                                                                              قربان علي مراد

 

 

 

          قربان علي مراد د حاجي فضل کريم زوى د ١٩٦١م کال د مى په څوارلسمه، پېښور ښار ته نژدې ((ارباب لنډي)) کلي کې زېږېدلى
 او د ٢٠٠٨م کال د مارچ په ٢٩ مه د زړه د ناروغئ لامله مړ او هورې پخپله پلرنئ هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى .

          لومړنئ زده کړه يې په خپل کلي کې او بيا د پېښور په ښار کې د ((بي، اي)) او ((ال، ال، بي)) آزموينې پاس کړې، بيا د ((بهبودِ آبادئ)) په اداره کې د اسسټنټ ډايرکټر په حيث ملازمت اختيار کړ .خو څرنگه چې هغه شاعر او اديب و، ځکه نو ((د پښتو ادبي ټولنې ارباب لنډى)) صدر او د پېښور ادبي ټولنې ((رحمان بابا ادبي جرگه – پيښور)) او ((ملگري شاعران لنډى ارباب – پېښور)) سره يې تړون و .

          د هغه د شعر لومړئ مجموعه ((د سحر په آئينه)) د هغه د مرگ نه څو ورځې د مخه د ٢٠٠٨م په مارچ کې له چاپه ووتله
 او د ((ادبي کاروان)) په نامه، د پښتو ادبي ټولنې لنډى ارباب))
 د شاعرانو تذکره هم د هغه د وفات لږې ورځې وړاندې چاپ شوې ده .

          د نظم او نثر، په مختلفو موضوعاتو د هغه ليکنې، وخت په وخت، د پښتو په اخبارونو او مجلو کې چاپ شوي دي .

          د هغه په شاعرئ کې د مينې او ښکلا ترڅنگ د تصوف رنگ هم غالب دى .

          د وينا نمونې :

(١)

حسن چې آسمان سره خبرې کړي
 عشـــق بــه د گريوان ســـره خبـــرې کـــړي

فکر له امکان نه چې بهر وووځي
 عشــق بـــــه د گريـــوان ســره خبـــرې کړي

(٢)

 هسې تېر شوم د يار عشق کې تر اجله
 
   
 
  لکه مړ چې شي څوک بغير دارو درمله
 

  په ژوندون کې د آدم نه تردې دمه
  
 
 
  چا د عشق فلسفه نه کړه مکمله
 

  

که دښمن يې هم صفا زړه نه خبر شي
 د مــراد ســره بــه روغــه وکړي خپله . (١)

١- ماخذ:

          - فيروز خان صادق – خدايه څه شو؟ . . . وحدت، ورځپاڼه – پيښور- د ١٣٨٧د دلوې اوومه .

 

 

 

 

                                                                   ميا عبدالرحمان لوگى کاکا خېل

 

 

 

          ميا عبدالرحمان د ميا عبدالحنان زوى په ١٩٣٠م کال د زيارت کاکا صاحب په کلي کې زېږېدلى او د ٢٠٠٨م کال د اپرېل په څلورمه مړ او د خپل کلي په پلرنئ هديره کې خاورو ته سپارل شوى دى .

          لومړنئ زده کړه يې په خپل کلي کې کړې ده او بيا يې د وخت له عالمانو سره رواجي ديني علوم لوستي دي د پښتو شعر او ادب سره يې هم شوق و، شعرونه، کتابونه او مقالې يې ليکلي او چاپ کړي دي .

          تاليفات :

          ١- زه او حمزه .

          ٢- مجازي مسافر - د حج سفرنامه .

          ٣- ژوند او خوند .

          ٤- جاج (شعري مجموعه) .

          د وخت له شاعرانو، په تېره بيا امير حمزه شينواري سره يې تعلق زيات و . هغه يې خپل ادبي استاذ گاڼه او په شاعرى، باندې يې د هغه رنگ غالب و . په شاعرئ کې د تصوف، زهد، صبر، قناعت، حلم، پند او نصيحت مضامين زيات دي . په نثري ليکنو کې يې هم، ديني،
 او تصوفي رنگ وينو. په شعر کې يې د بحر، وزن، قافييې، کنايې، استعارې، تشبيهاتو او نورو ادبي صنايعو ډېر خيال ساته .

          د شعر نمونه :

 

غزل

چاته صنم چې په راتلو ښکاري
 مانه سپرلى په تېرېدو ښکاري
 نه صحراگانې شوې په حال پاته
 چې آبادئ په ورانېدو ښکاري
 دا چې شنه بوټي سره گلونه خوند کړي
 دا د فطرت په تقاضو ښکاري
 ځينې ورانئ وي د جوړښت دپاره
 ځينې جوړښت په ورانېدو ښکـاري . (١)

١- ماخذ:

          - فيروز خان صادق- خدايه څه شوو؟ . . . – وحدت ، ورځپاڼه- پېښور – د ٢٠٠٩د جنورئ ٨ مه .

 

 

 

 

 

 

                                                                                  اجمل منصور

 

 

 

 

 

          اجمل منصور د فيض محمد زوى په ١٩٨٤م کال د پښتونخوا
 د سوابئ د ضلعې په ټوپئ کلي کې زېږېدلى او د خالي په ورځ
د ٢٠٠٨م کال د اگست په نهمه ڼېټه ، د سرک پېښه کې ځوانيمرگ شوى دى.

          لومړنئ زده کړه يې په خپل کلي کې کړې، مگر د بېوسئ لامله يې ونه شو کولا ى چې زده کړې يې پر مخ بېولا ى واى او په وړوکوالي کې يې مزدورو ته لاس واچاوه   ورســــره يې د پښټو ژبې خدمت ته ملاتړلې وه
 
 

او څومره پيسې يې چې گټلي هغه به يې د بچو او پښتو د سر نه ځارولې .

          هغه د پښټو شاعر و او ډېره ښه شاعري يې کړې ده . د ((دار او دلدار)) په نامه يې خپله لومړئ شعري مجموعه چاپ کړه چې عام اولس ډېره خوښه کړې ده . دوهمه مجموعه يې چاپ ته تياره وه چې د مزدورئ پسې ((ايبټ آباد)) ته تللى و او په ترافيکي حادثه کې شهادت ته ورسېد.

(اندرين ره کشته بسيارند قربان شما)

          د وينا نمونې :

(١)

هر چا له زړه ورکوم هر طرف ته زړه وېشمه
هر څه چې دي خو په هر خوا د ژوند خواږه وېشمه
 الله دې نه کړي چې زمونږ ترمنځه روغه وشي
 مــا ســره څــه دي د زړه سره زه به څه وېشمه؟

(٢)

ومنه زما ښکلي خوښ شوي دي
 ستا نه مې سوا ښکلي خوښ شوي دي
 عمرله خو زه د ښکلو بدې شم
 عمر له  زما ښکلي خوښ شوي دي
 ويې نه وې په لاس يې راته وليکل:
 ستــا خــو يــو اتيـــا ښکلي خــوښ شــــوي دي

ماخذ:

          - فيروز خان صادق – خدايه څه شوو . . . – وحدت ، ورځپاڼه- پيښور –
 د ١٣٨٧ د دلوې پنځمه .

 

 

 

 

                                                      فضل غني غني

 

 

 

 

          فضل غني غني د فضل اکبر زوى په ١٩٥٤م کال د پښتونخوا
 د چارسدې ضلعې په تنگي نصرت زو کې زېږېدلى او د ٢٠٠٨
 د اکتوبر په درېيمه، د زيارت په ورځ، په وليباغ کې د يو ځان مرگي بريد په نتيجه کې وفات او په سبا يې د خپل کلي په پلرنئ هديره کې خاورو ته وسپارل شو .

          لومړنئ زده کړه يې په خپل کلي او لوړې زده کړې يې په پېښور ښار کې سرته رسولي دي . تر زده کړو وروسته په مختلفو ادارو کې يې کار کاوه .

          پښتو شعر او ادب سره يې مينه وه . ډېر شعرونه او منثور آثار يې ليکلي دي . راديو پاکستان پېښور کې يې تر ډېرې مودې پورې
 د ((خوند رنگ)) پروگرام چلولى دى . په ورځپاڼو او مجلو کې يې په نظم او نثر ليکنې چاپ شوي دي . يوې اردو ورځپاڼې لپاره يې
 د ((بېباک)) تر کليشې لاندې ((کالم)) ليکه . د ((زړه نوې)) په نامه د هغه
 د کالمونو مجموعه چاپ لاندې ده او د شعرونو يوه مجموعه يې هم چاپ ته تياره ده .

          د وينا نمونه :

غزل

نن که زما نصيب په دار دى، څه خبره نه ده
 سبا له وار پرې د اغيــار دى، څـه خبـره نـه ده

دمرگ نه پس يې د ديوال سيوري ته کېښودمه
 زما قاتل هم زما يار دى، څه خبره نه ده
 که د يو بل دغو ښو وږي يو مړيږو پرې نه
 دا خو زمونږ زيست و روزگار دى، څه خبره نه ده
څه وايي؟ څه غواړي؟ د يو لحظې ديدن په بدل
 د غني سر هم ترېنه ځار دى ، څه خبـره نه ده (١)

١- ماخذ:

          - فيروز خان صادق – خدايه څه شو؟ . . . وحدت، ورځپاڼه – پيښور- د ٢٠٠٩ د جنورئ دېرشمه .

 


 

 

                                                                                         سيد رسول ناڅاپه

 

 

 

          سيد رسول ناڅاپه د محمد حيات خان زوى د ١٩٣٣م کال   د اگست په اتمه د پېښور د ضلعې او تحصيل په کوزه ناڅاپه کې زېږېدلى او د ٢٠٠٨م کال د اکتوبر په يوولسمه د خالي په ورځ وفات شوى دى .

          هغه ښه شاعر او ډرامه ليکونکى و. په ډرامو کې يې د معاشرتي ژوند تصوير وړاندې کېده . د پاکستان حکومت له خوا ورته صدارتي ايوارډ ورکړ شوى دى . د پښتو شاعري يې د اولس د زړه آواز وچې په هغې کې د حسن او جمال سره سم د وفا، ننگ، ناموس، پت، غيرت، ميړانې، اخوت، د انسان د مينې او د وطن د مينې رنگونه څرگند دي.

          د هغه د شعر مجموعې :

          ١- د مينې کچکول، د ژوند دوزخ او خواږه يادونه .

          د شعر نمونه :

غزل

ستا د محفل نه بېنوا راغلمه
 زه په سلگو او په ژړا راغلمه
 خلکه ! راغونډ شئ ما په کاڼوولئ
 چې زه په کلي د آشنا راغلمه
 څه هنگامه د محبت جوړه شوه؟
 چې په نظر کې د دنيا راغلمه
 ما سيد رسول نه هېڅ گيله مه کوئ
 مينـــې مجبـــور کړمــه پــــه غــلا راغلمــه

١- ماخذ: 

          - فيروز خان صادق – خدايه څه شول . . . ؟ - وحدت، ورځپاڼه، پېښور – د ٢٠٠٩م د جنورى ٣١ مه .

 

 


 

                                                           جمال د سنگر

 

 


          حاجي جمال خان مهمند په ١٩٣٢م کال د مهمندو د گنداو
 د سيمې د ((سنگر)) په کلي کې زېږېدلى دى او د ٢٠٠٨م د نومبر په پنځمه د چېارشنبې په ورځ مړ او د خپل کلي په پلرنئ هديره کې ښخ دى .

          جمال د سنگر يو اولسي منلى شاعر و چې شعرونه يې په ادبي محفلونو او مشاعرو کې په ډېره مينه اورېدل کېدل . د دوستانو په مشوره خپل شعرونه يې راټول او په لاندې مجموعو کې چاپ کړي دي .

          ١- رنگين گلونه .

          ٢- اتفاق .

          ٣- عقل تمام .

          ٤- د همت توره .

          ٥- د آزادئ نعره .

          ٦- زخم پټى

          د هغه شعرونه په اولسي آهنگونو دي او زياتره چاربیتې دي:

          د وينا نمونې :

(١)

د خان او غريب مذاکره

خان:               غريبــــــه آخـــــــوا کېــــږه !

                    لــــــــه مانــــه جـــدا کېـږه !

                    په تا چې مې نظر شي هغه ورځ پر ما سپيـــره وي

                    غمــــونــــــه راســـــــره  وي

 

غريب:            مالـــداره خــوله کـړه بنده

                    دا څـــه وايـــې بېخونده ؟

                    ښپې ښکل کړه د غريب ولې د بادو په آس سـپوريې؟

                    سبـــا به ترې نسکور يې؟

(٢)

د ښځې او خاوند جگره :

خاوند:             ښځې ! نن خپه يې نن دې شونډې پړسېدلــي دي

                    څنگــــــه مـــروره يــې؟

ښځه :             اوښکــــې مـــې څښتنــه له چشمانو بهېدلــي دي

                    تـــه جـــوړ ناخبـــره يـې

خاوند:             ښځــــې ! ما خبــر کـړه چې درپېښـه څه بلا شوله؟

                    خونه دې تــالا شــــــوله

ښځه :             خونه مې تالا ده دا چې ستا پــه واک کې بنده يم

                    مـړه خو ښه د ژونده يم

خاوند:             مرگ دې ولې خوښ دى مــا خبر کړه ته ضرور ښځې!

                    تا کړمه رنځور ښځې !

ښځه :             ما څله رنځور کړې ستا لـه مخکې نه زېړى ونه

                    رنــگ بــه دې خړى ونه

          ماخذ:  فيروز خان صادق- خدايه څه شول . . . ؟ - وحدت، ورځپاڼه- پېښور–
 د ٢٠٠٩ د جنورى ٣١ مه .

 

 

 

 

                                                                      بادشاه گل استاذ

 

 


 

          بادشاه گل د محمد شاه زوى په ١٩٢٧م کال د پښتونخوا
 د ((لاچئ)) په کلي کې زېږېدلى او د ٢٠٠٩م کال د مى په ٢٤ مه هملته حق ته رسېدلى دى چې په سبا يې د سهار په اتو بجو جنازه وشوه او په ډېر عزت هملته په خپله پلرنئ هديره کې ښخ شو . 

          د دوى کورنئ دلاچئ د کلي مخوره او مشهوره کورنئ وه . د خپلې کورنئ په غېږ کې الله پاک ده ته د شاعرئ استعداد ورکړى و
 او د ماشومتوب په وخت کې يې په شاعرئ پېښه کړې وه .

          نوموړي د پاکستان تر جوړېدو د مخه د آزادئ په تحريک کې فعاله برخه آخستله او په خپلو گرمو انقلابي ترانو د آزادئ په نامه د هرې جوړې شوې جلسې او جلوس جدت او حرارت زياتاوه .

          وروسته د روزئ په تلاش کراچئ ته ولاړ او څرنگه چې د نورو ډېرو انقلابي شاعرانو په شان د ملازمت د پابندئ طوق يې غاړې ته نه شواى اچولى ، ټول عمر يې د نفقې د پيدا کولو لپاره په خپل پلرني کسب ، يعنې د وسلو د جوړولو په مستري توب گوزاره کوله .

          دې سره بادشاه گل دلاچئ د ادبي دنيا ډېر دورونه ليدلي دي . دى دلاچي د اولني ادبي دور د هغو شاعرانو په ډله کې هم و چې د خپل شاعرانه زور د ښودلو لپاره به يې مجلسونه کول او مقابلې به يې کولې . بادشاه گل به په دې مقابلو کې ، د زرگونو خلکو په وړاندې،
 فى البديهه ډېرې ښې او پخې چاربیتى جوړولې او اورولې .

          په دې لړ کې د خپل دور شاعرانو نوموړي ته ((د چاربیتې بابا)) او ((د چاربیتې بادشاه)) القاب ورکړي وو.

          کله چې پښتنو شاعرانو د مجلسونو په ځاى ، مشاعرو ته مخه وکړه او په لاچئ کې نوو زلمو ليکوالو (( د گلستان پښتو ادب – لاچي )) په نوم ټولنه جوړه کړه نو د لاچئ د لومړنئ ادبي دور دغه اولسي شاعر ، بادشاه گل استاذ او همدارنگه محبت خان استاذ هم په هغه ټولنه کې شامل شو . ځکه چې دوى د اولسي شاعرئ سره د نوي شاعرئ استاذان هم وو .

          او کله چې په لاچئ کې ((پښتو ادبي ټولنه – لاچئ)) او بيا
 ((پښتو ادبي کاروان)) په نومونو ټولنې جوړې شوې نو بادشاه گل استاذ په دغو ټولنو کې شامل او فعال غړى و .

          بادشاه گل استاذ د پښتو په شاعرئ کې غزل ، نظم، قطعې، رباعئ ، نيمکئ ، بدلې او چاربیتې جوړولې   خو دده شاعرانه مزاج چاربیتوته ډيره ترجيح ورکوله او په چاربیتو کې به يې د اولس دود دستور ، ټولنيزې نيمگړتياوې ، او بې انصافئ څرگندولې . 

          د هغه د يوې انتقادي چاربیتې يوه برخه :

ضلعې کې د کواټ  يو نوى واورئ پاټ

ټانگه ترې مخکې کيږي داسې تېزيس د ((ټېري)) دى

صفت يې ضرورى دى .

((کړپې)) سره چې راشي      لاچئ کې يې غورا شي

پلانکى يې کلينډر دى رنگ يې ټول دمداري دى

صفت يې ضروري دى . . . . . .

          - د زيات تفصيل لپاره کتلى شئ :

          محمد سعيد رهبر ، بادشاه گل استاذ مرحوم . وحدت ، ورځپاڼه – پيښور –
 د ٢٠٠٩ د جولايي د لسمي نېټې گڼه – ٣،٤ مخونه .