د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۱۱)
ویشنه:پښتو ادبیات
لیکوال:-
راټولوونکی : دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو معاصره دوره
(ویښتیا پړاو)
۱۱مه برخه
محمد ګل خان مومند
محمد ګل خان مومند د محمد خورشېد خان زوی، د مومند خان لمسی، د عبدالکریم خان کړوسی په خټه ودېزی حسن خېل مومند په ۱۸۸۵ع = ۱۲۶۳ل کال د کابل ښار په اندرابیو کوڅه کې زیږېدلی دی. خو دده اصلی ټاټوبی د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ ګلايي کلی دی.
لومړنۍ زده کړې په دودیز او شخصي ډول وکړې او په ۱۹۰۸ع = ۱۲۸۷ل کال د حربي ښوونځي په دویم ټولګي کې شامل شو او پېنځه کاله وروسته ترې فارغ شو.
تر پوځي زده کړو وروسته د اردلیانو په غونډ کې د کومیدان په رتبه وټاکل شو. ورسره په شاهي ټولګي کې د تدریس او د حربي ښوونځي د سرښوونکي دنده هم ورکړل شوه. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد خان د یاور په توګه وټاکل شو او بیا د شاهي ګارډ قومندان شو. تر دې وروسته په تورکیه کې د افغاني سفارت پوځي اتشه وټاکل شو.
وطن ته تر ستنېدو وروسته په ۱۹۲۱ل کال د مجموعه عسکري د مجلې مدیر وټاکل شو، دا مجله د دفاع وزارت له خوا خپرېده. په ۱۹۲۴ع = ۱۳۰۳ل کال د پکتیا عسکري قوماندان او اعلی حاکم په توګه وټاکل شو. په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال د مزار شریف د ملکي پلټنې د رییس او بیا د ننګرهار عسکري قوماندان وټاکل شو. د سقوي اړودوړ په وخت یې لومړی له سردار محمد هاشم خان او بیا یې په پکتیا کې له سردار محمدنادرشاه خان سره په کلکه ملاوتړله او د افغانستان ژغورنې په لار کې یې مبارزه وکړه.
د افغانستان د نجات تر جګړې وروسته د ننګرهار د تنظیمه رییس په توګه وټاکل شو، تر څه مودې خدمت وروسته د سردار محمد هاشم خان په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو. بیا د پروان ولایت تنظیمه ریاست وروسپارل شو. دلته د کرارۍ تر راوستو وروسته کندهار حوزې ته ولېږل شو او د کندهار او شاوخوا ولایتونو تنظیمه ریاست یې سمبال کړ. په ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال د قطغن، بدخشان، مزار شریف او مېمنی ولایتونو تنظیمه رییس وټاکل شو، ده په دغه هرځای کې په پوره ایماندارۍ او وطن دوستۍ دنده ترسره کړه، ځکه نو د افغانستان د حکومت په ترټولو لوړ مډال « د لمر اعلی نښان» ونمانځل شو.
په ۱۹۴۰ع =۱۳۱۹ل کال د دولت د وزیر په توګه وټاکل شو او تردغې دندې وروسته یې نور عمر د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت کې تېر کړ.
محمد ګل مومند تر ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال پورې په سمنګان کې اوسېده، په دغه کال بیا د شاه محمود خان د صدرات په وخت کابل ته راغی او پاتې عمر یې په خپله خوښه په کابل او ننګرهار کې تېر کړ. څو ژمی د کونړ په نرنګ کې هم اوسېدلی، خو په اوړي کې به په کابل کې و.
په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال د افغانستان حکومت لویه جرګه راوبلله چې دی یې د رییس په توګه وټاکل شو او په ښه ډول یې جرګه سمبال کړه.
دا ښاغلی پښتون لیکوال او خواخوږی د ۱۹۶۴ع د اګست په ۱۸مه = د ۱۳۴۳ل کال د اسد ۲۷مه د کابل ښارپه بریکوټ کې وفات او په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
محمد ګل خان مومند چې په وزیر محمد ګل خان مومند مشهور دی، د پښتو د معاصرو لیکوالو د لومړي کتار سړی دی، چې له سیاست او اداري دندو سره سره یې پښتو لیکوالي او شاعري هم کړې ده. دی د پښتو په معاصر ژوندانه او ادب کې له مبتکرو شخصیتونو څخه و. ده د پښتو لومړنی بشپړ ګرامر ولیکه او هم یې د پښتو ژبې د زده کړې په قواعدو او قاموس لیکنه کې درانه او پاخه ګامونه واخیستل. ده یوه ځانګړی لیکدود هم جوړ کړی و، چې د پښتنو لیکوالو خوښ نه شو له همدې امله دود نه شو، خو ده خپل ځينې کتابونه په همدغه لیکدود چاپ کړي دي.
وزیر محمد ګل خان مومند د سوچه پښتو لیکنې سخت پلوي و او په لیکنو سربېره به په شخصي مجلسونو کې هم دغه ټکي ته متوجه و او لارښوونې به یې کولې. د کوم څيز لپاره به یې چې په پښتو کې لغت موجود و، ده به بل لغت نه کاروه او که به چا دده په مخکې بل لغت ورته ووایه، ده به ورته وویل « روکیه پوه نه شوم»، که هغه به بیا وکاروه، ده بیا ورته وویل « پوه نه شوم؟»، تر دې چې ویونکی به خپلې خبرې ته متوجه شو. دی د پښتو د معیاري لیکدود او وحدت سخت پلوي و. ده به ویل چې په ویلو کې هر سړی ازاد دی، خو په لیکلو کې باید پښتو د ټولو لهجو ویونکي یو ډول ولیکي. ده به پښتو د نسخ په ځای په نستعلیق خط لیکله، دلیل یې دا و، چې دده په اند د پښتو لومړنی لیکدود نستعلیق و؛ ددې لپاره یې د پښتو لیکلې لرغونې او کلاسیکې پښتو خطي نسخې یادولې.
ده د پښتو پالنې په نهضت کې لوی لاس لاره د افغانستان د هغه وخت دولت او دولتي ادارې یې پښتو پالنې او زده کړې ته هڅولې، چې دده له برکته ګڼ لیکوال او شاعران د پښتو نهضت ملګري شوي دي.
په ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال یې د پښتو ژبې یو لوی قاموس د «پښتو سیند» په نامه ترتیب او چاپ کړ. بیا یې د پښتو قواعدو او ګرامر « د پښتو ژبې لیار» په نامه ولیکه او په لاهور کې تر چاپ وروسته خپور شو. بل اثر یې د « لنډکۍ پښتو» په نامه ولیکه چې عبدالروف بېنوا په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال له پښتو ټولنې خپور کړ. په دې رساله کې دده هغه نظریات راغونډ شوي دي، چې ده د پښتو او پښتونولۍ په اړه لرل. ده نور کتابونه هم لیکلي چې د اثارو په برخه کې لیکل کیږي. وزیر محمد ګل خان نظمونه هم لیکلي، خو د نثر په نسبت ډېر لږ لیدل شوي دي. دی په روسي او تورکي ژبو هم پوهېده او په دري ژبه کې هم د ښه قلم خاوند و او لیکل یې په کې کړي دي.
د پښتو ژبې د ودې لپاره دده بل لوی اقدام دا وچې، د کندهار د تنظیمه ریاست په وخت یې هلته د کندهار ادبي انجمن په نامه ټولنه تاسیس کړه چې ګڼ پښتو لیکوال او شاعران یې په کې کار کولو ته راوبلل او هم یې د « پښتو» په نامه میاشتنۍ مجله خپروله چې څو کاله یې دوام وکړ. دا انجمن بیا د کابل له ادبي انجمن سره یوځای او پښتو ټولنه ترې جوړه شوه.
وزیر محمد ګل خان مومند په دې نظر و، چې د افغانستان ګڼ قومیزه ټولنه باید خپل ملي وحدت د تل لپاره وساتي او دوی باید یو له بل کره پر راشه درشې سربېره یو د بل په څنګ کې اووسیږي او هم یو د بل ژبې زده کړې، په همدې دلیل یې د بلخ د تنظیمه ریاست په وخت د افغانستان په شمال کې پرتې لویې دولتي دښتې په ځايي خلکو ووېشلې او د افغانستان له ختیځ او جنوب او نورو سیمو نه یې پښتانه هم هلته د اوسېدو لپاره وروبلل او ځایونه یې ورته ووېشل. که څه هم چې پښتانه له پخوا نه هلته اباد وو، خو شمېر یې کم و، ده وغوښتل چې پښتانه په ټول افغانستان کې خواره شي او له نورو قومونو سره ګډ شي. دده دا هڅه ځينو وغندله، خو ډېرو وستایله.
وزیرمحمد ګل خان مومند په اداري مسلو کې دومره سپېڅلی و، چې په کابل ښار کې د ژوند ترپایه په کرايي کور کې اوسېده او تر مړینې وروسته ترې له خپلې پلرنۍ شتمنۍ پرته نور هیڅ هم پاتې نه شول.
اثار
۱.پښتو سیند( پښتو قاموس)
۲.لنډه کۍ پښتو ( د نظریاتو مجموعه)
۳.پښتني روزنه ( تعلیم او تربیه)
۴.پښتو او پښتونواله ( پښتني فرهنګ)
۵.د پښتو لویه نحوه ( معاني او بیان)
۶.د پخلي ډولونه ( د پخلي ښوونه)
د نظم نمونه:
پښتونواله
نیکه پلار مې پښتانه وو یم پښتون
زمری یم، زمرزی یم، زمر بون
زه پښتون یمه ښکاره یم لکه لمر
و غلیم ته تل ولاړ یم لکه غر
ماته ورځ د نندارې ده ورځ د جنګ
ورته درومم په اتڼ او په غورځنګ
د غورځي غږونه زما لکه تنا
برېښېده د تورې زما لکه برېښنا
د زمري په څېر غورځی کړمه غړمبېږم
لوړوغرو ته لکه توی غوندې بهېږم
پر غلیم باندې چې راشي زما وار
اسماني تندر به وي زما ګوزار
زه پښتون یمه پښتو باندې څرګند
که دا نه وي زه به یمه خوشې شند
پاتې مړې مې له پلاره ده پښتو
ده پښتو او پښتونواله د هغو
پښتو زده کړه ده د علم او کمال
پښتونواله ده ښه توره او ښه ډال
ښه خویونه دیانت مو ده پښتو
ښه دودونه او اداب د پښتنو
پښتونواله پښتانه هوسوي
پښتونواله پښتانه به لوړوي
په پښتو باندې وطن ګټلی شوی
په پښتو باندې وطن ساتلی شوی
هم به بیا وي په پښتو باندې ګټل
هم به بیا وي په پښتو باندې ساتل
پښتو کړمه، پښتو وایمه زه تل
ده لالی زما پښتو، نه لرم بل
سر او مال مې دواړه جار دي تر پښتو
ژوند او مړینه مې نثار دي تر پښتو
پښتانه که د پښتو پر لارې ځي
دا نړۍ او ها نړۍ کې دي خوندي
پښتانه او پښتواله دې وي تل
له پخوا نه یو په لس او یو په سل
د ژبې اهمیت
د یوه ملت په ژبې کې هم څومره چې د بل ملت ژبه نفوذ مینده کي، هماغومره سیاست، اقتصاد، اجتماعیات، ملي اخلاق، ملي اداب، ملي عادات، ملي رسومات او عنعنات ټول ملي خصایل او خصایص حتی چې ذهنیت، افکار، حسیات او مدنیت یې نفوذ مینده کوي او هماغومره د هغې ژبې د خاوندانو نامريي بری او غلبه ددغې بلې ژبې پرخاوندانو تامینوي. او که د یوه ملت ژبه د بل ملت ژبې ته مغلوبه شوه، ګڼه هغه ملت په دغو پاسنو ټولو خصوصیاتو کې ورته پړ شو.
علی الخصوص که اقلیتونه هم د هغې ژبې د خاوندانو په دغه ملت کې وي، نو سیاست، معارف، مهمې او ګټورې اقتصادي چارې لویه برخه د ملي پانګې ټوله د هماغه اقلیتونو په لاس لویږي. نو په دغه حال کې تمام هوساتوب او راحت، ځواک، عزت او مرتبت د هماغو لږو وي او درست مشاق او مزاحم، ټولې ناهوسايۍ د همدغه خوا راکرب، بېوزلی ملت وي. ډېر لوی ملت د هماغه لږو د ګټې لپاره استعمالیږي. دوی به تل سوکړک خوري، پېټي به وړي او هغه نور به خوږوبي او خواږه ټیکلي نغري.
دوی به بربنډ ګرځي او هغوی به ورېښمین کالي اغوندي، ددوی به کوډۍ نه وي، د هغوی به بنګلې ولاړې وي. دوی به کلی نه لري، د هغوی به ښارونه نه بسیږي، دوی به پلي ګرځي، هغوی به ګړندي ګاډي ځغلوي. هغوی به پر بخملي نالیو پرلتېدیزو ناست دړودساوو په څېر ناست او دوی به د مريي په شان ورته ولاړ وي او پر وچه زمکه پر توره خاوره به هم کېناستلی نه شي.
مړینې ته به دوی ورمخ وي، وینې به ددوی رژیږي، بډوکی به ددوی د ښکلو زلمو خاورې کیږي، چړچې به هغوی کوي، ګټې او عزت به د هغوی وي، لکه چې متل دی « توره به لالا وهي، نمړۍ به عبدالله وهي». په عین واکدارۍ کې به بېواکه، په عین وطندارۍ کې به بې وطنه وي. په خپل وطن کې به غریب او پردېس وي. شنه بڼونه، شنه ډنډونه به د نورو او تورغرونه او شګلن رغونه، وچې مېرې او سپېره ډاګونه به ددوی وي. په خپل وطن کې به محکوم او هم کوره به مظلوم وي. خپل به ورته پردي شي، ځکه چې په نامه که څه هم خپل وي، خو افکار، احساسات، اقوال، اعمال او افعال، اغوسته، خواړه، خوراک او ژوندون یې بشپړ لیا نیمګړی د پردي او د بل وي. په خبرو به سره نه پوهیږي، که وپوهیږي، سره به نه جوړیږي. خوږ به یې نه دوا کیږي، ناروغتیا به یې نه رغیږي. په ځکرو باندې کوتکونه خوري، په خپل وطن کې به خوار او د خپل او د پردي په سترګو کې به یې مقدار وي. څه به نه شي ګټلای، که یې وګټي نه به یې شي نغرلای او څټلای. زیار به ددوی وي، ځواک به د نورو، علم او مدنیت، ثروت او عزت به د نورو وي، د ځناورو په شان به ګرځي. د ځناورو په څېر به حتی چې د ځناورو نه به هم په بد ډول سره د نورو د ګټو دپاره استعمالیږي، د ځينو ځناورو به قدر وي، خو ددوی به نه وي. د خپل او د پردي زړه به پرې سوزي، خلک به ورته د سترګو نه وینې تویه وي. تېښته دې وي خدای ته، ویې نه ګورې او ورمه شې و دغسې ځای ته !
(پښتو ویکیپېډیا/ اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۲۵۶- ۱۲۷۵مخونه/ د لیکوال یادښتونه)
--------------
سیدیوسف مېړنی
سید یوسف مېړنی د حاجي سید جلال خان زوی په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال د ننګرهار د خوږیاڼيو په احمد خېلو کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې وکړې او ثانوي زده کړې یې د کابل د عالي تخنیک په ښوونځي کې کړي او له دولسم ټولګی فارغ شوی دی.
په ۱۹۶۶ع = ۱۳۴۵ل کال یې په مخابراتو وزارت کې د تکنېشن په حیث کار پيل کړ. له پښتو ادب او لیکوالۍ سره د مینې له کبله یې ځان پښتو ټولنې ته بدل کړ او په نوموړې ټولنه کې د پښتو کورسونو ښوونکی شو. بیا په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د پښتو د تعمیم او انکشاف مدیریت غړی شو.
مېړنی د افغان ملت ګوند د موسسینو په ډله کې و او په دغه ګوند کې یې سیاسي مبارزه کړې ده. دی په پښتو او پښتونولۍ میین انسان و او له افغانستان سره د بېلو کړای شویو سیمو (پښتونخوا) د بېرته یوځای کولو سخت ارمانجن و او په دې لار کې یې مبارزه کوله.
مېړني د سردار محمد داود خان په واکمنۍ کې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هېواد ورځپاڼې کارکوونکی شو او په دغه وخت کې یې په کابل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی هم ولوست.
د ثور تر کودتا وروسته د مخالفت په تور د حفیظ الله امین په واکمنۍ کې ووژل شو.
په ۲۰۰۶ع = ۱۳۸۵ل کال د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه په ننګرهار کې د دوسرکې چوک دده په نامه شو او یو څلی په کې جوړ شو.
یوسف مېړني شاعري هم کوله او لیکوالي هم. کورنۍ یې وايي چې ده ډېر اثار لیکلي وو، خو د ثور تر کودتا وروسته دوی له ډاره په زمکه کې ښخ کړل او چې کله کډوال کېدل، دا اثار خاورو خراب کړي وو او په ستونزو یې دوه اثاره وژغول.
اثار
۱.د قهرمان وصیت ( سیاسي او ټولنیزې لیکنې)، راټولوونکی یقین یوسفزی، ۱۳۹۲ل، جلال اباد.
۲.رنګین خیالونه ( شعري او نثري ګډه ټولګه).
د نظم او نثر نمونې:
د افغان غږ
زه لوی سمندر یم په کنډول کې بندېدی نه شم
ځمه خپل مرام ته په هیڅ رنګ ایسارېدی نه شم
زه یمه انسان او د انسان سره ژوندون غواړم
مستې مې جذبې دي په بل رنګه بدلېدی نه شم
خوښه مې دنیا ده چې هر کام په کې ارام اوسي
دومره خو بیا وایم چې خپل کام نه تېرېدی نه شم
زړه کې د ایشیا ان له جېلمه تر امو پورې
ژوند کړم په ازاده په بل چا کې ورکېدی نه شم
غواړمه ملي وحدت خو خپله صبغه ساتمه
دا مې فطري رنګ دی په بل رنګ کې رنګېدی نه شم
زه مېړنی وایم په رښتیا زه لوی افغان یمه
خدایږو که شم مړ د چا په جال کې ګېرېدی نه شم
++++
پلوشه
چې مې پام شو نرګس ته یو شنګ د مستۍ کې
وکوت یو نېک خمار ما دنیا د هستۍ کې
بیا نو هېر رانه ژوند او جهان شو
غمزده شانې پروت د وصال په نېستۍ کې
++++
نه پېژنم
په خوله وایمه افغان یم خو افغان نه پېژنم
افغان خو اشنا پرېږده چې خپل ځان نه پېژنم
شړۍ هم زما ورکه ده او پټ هم لا زه ګرځم
مطلب راځنې ورک دی سود او زیان نه پېژنم
د ګېډې غم اخیستی یم پښتو په سیند لاهو شوه
غوښې وریجې خورم پښتونستان نه پېژنم
په یو کور کې جوړ شوی کورګی ته لروبر
د باز په چګس ناست دا تور زاغان نه پېژنم
نه ژوند د ژوند په شان شو، نه د مړو په قطاریم
دا څنګه مذب ذب شوم چې انسان نه پېژنم
زما ښکلی هېواده چا خرڅ او چا خراب کړې
بازار د عیاشۍ شوې عیاشان نه پېژنم
د ژوند نغمې شوې نوې خو زما فکر لا زوړ دی
په ويښه کې ویده یمه عرفان نه پېژنم
نور ما مېړنی مه بولئ د قام وطن په غم کې
جیلم نه تر امو که خپل جهان نه پېژنم
++++
د اتحاد غږ
که غواړئ چې یو لوی قوي افغان منځته راشي، لکه څنګه چې پامیر د دنیا بام ، د هندوکش غر د تاریخي عظمتونو نه ډک او بلخ د مدنیتونو مور ده، دغه شان مونږ هم نړۍ والو ته د لمر په څېر وځلیږو او دا قام د یوه نوي تحول په ویاړ یاد شي، نو په افغان او افغانیت راغونډ شئ.
که غواړئ چې بیا په رڼو سترګو د احمدشاه، میرویس ملي روحیه ووینئ او دا ټوټې افغان سره یو شي، د استعمار، استثمار مقابله وشي، غدر، خرافات ورک شي، نو په یو فکر د افغان په بڼه ښکاره شئ.
افغان ددې ملت هغه لوی تاریخي نوم دی، چې زمونږ ټولې ملي، مذهبي، ثقافتي ویاړنې په کې پرتې دي او د همدې ټکي تر سیوري به مونږ خپل مرام ته رسو.
که غواړئ چې وږي، تږي، لوڅ بربنډ، خاورې په سر قام په پښو ودریږي، د ترقۍ جام شونډو ته کړي، ناوړه قوتونه له منځه لاړ شي، ځينې مضر عناصر ورک یا اصلاح شي، یو ځل بیا داسې ملت منځته راولو چې هغه زمونږ د ننګ، غیرت، ایماندارۍ او نیکو کوښښو نښه وي، نو په ملت او ملیت راټول شئ او د یو افغان په نامه یو موټی شئ!
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۲۷۶- ۱۳۷۸مخونه/ انعکاس ویبسایټ/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
جنت ګل نثاري
جنت ګل نثاري د عبدالقدوس زوی په خټه سلیمانخېل غلجی په ۱۹۳۶ع = ۱۳۱۵ل شاوخوا د لوګر ولایت په شاه مزار سیمه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د لوګر په بره کي راجان ښوونځي کې وکړې او په ۱۹۶۴ع = ۱۳۴۳ل کال له پوهنتون نه فارغ شوی دی. ددې ترڅنګ یې دیني زده کړې هم کړې دي.
د تحصیل په دوره کې له اووم ټولګي نه ترنهم پورې یې له سیانسي علومو سره مینه ومونده خو په لسم ټولګي کې یې له شعرو ادب سره مینه پیدا شوه او په شعر او نثر لیکلو یې پيل وکړ.
دده شعرونه او کیسې د افغانستان په مطبوعاتو کې خپرې شوې دي. او د ژوندانه نور حالات یې سملاسې ونه موندل شول.
اثار
۱.زګېروي ( شعري ټولګه)
۲.دایودې نغمې ( شعري ټولګه)
د خپلواکۍ نغمه
خلاص شو یو مرغه له پنجرې، ګډ په دې نغمه شولو
ژوند د خپلواکۍ دی آ ژوندون چې فنا نه لري
ژوند مې د پنجرې که ټول باران د نعمتونو وو
څه په کار راځي هغه ډيوه چې رڼا نه لري
الوزم فضا ته دې فضا کې ډېر خوندونه دي
نه خورمه دانې د صیادانو بقا نه لري
وایم نغمې وایم په خپل واک د زړه په خوښه زه
رنځ د اسارت دی هسې رنځ چې دوا نه لري
شګې به د غره د چا نعمت باندې ورنه کړمه
دا لویه فضا به په جنت باندې ورنه کړمه
++++
کوچي ته
ای د کیږدۍ خاونده ! – ای د رمو څښتنه !
ای د پسو خاونده ! – ای د وزو څښتنه !
وایه تر څو به دې لا – کور په اوښانو وي بار ؟
وایه تر څو به دې لا – غم په خپلوانو وي بار ؟
تا په دې کار کې وایه – څه برکت لیدلی
تا په دې ژوند کې وایه – کوم معرفت لیدلی
لاس او ګرېوان یې همېش – باد او بارانه سره
تل سرو کار لرې ته – غم او نقصانه سره
نه دې یو کور جوړ کړ – نه دې اوښان ډېر شول
نه دې دانه پیدا کړه – نه دې مرغان ډېر شول
راځه اوس تا سره زه – یو مصلحت کومه
د زړه له کومې درته – یو نصیحت کومه
پرېږده دا لی په لی ژوند – ځانته یو کور پیدا کړه
پرېږده دا یخه بیدیا – ځانته یو وور پیدا کړه
پرېږده دا ډېره صحرا – ځان له ښارو خبر کړه
ترڅو به پروت یې ویده – ځان له قامو خبر کړه
پرېږده دا ډېر کوچ او بار – غم د وطن وخوره
مړی دې در په در دی – غم د مدفن وخوره
قلم په لاس کې واخله – ځان د مکتب اشنا کړه
کتاب په مخ کې کېږده – ځان د طلب اشنا کړه
څو به کیږدۍ نه پرېږدې – له کارخانو خبر شه
څو به په خره پسې ځې – له موټرو خبر شه
ناست او ولاړ پیدا کړه – له عالمونو سره
مینه الفت پیدا کړه – له مکتبونو سره
لاره د غرونو پرېږده – لار د عرفان واخله
علم او هنر در سره – د ژوند سامان واخله
ستا په مغزونو کې زه – ډېر استعداد وینمه
ستا په لاسونو کې زه – زور د فرهاد وینمه
ستا په سپېڅلي زړه کې – سوچه پښتو وینمه
ستا په جبین کې نښې – د امېدو وینمه
ای د کیږدۍ خاونده – ای د چرګۍ څښتنه
ځانته یو کور جوړ کړه – له خپله نامه سره
مه ځه د نورو په خوا – نېږدې شه قامه سره
لاره د غرونو پرېږده – لار د عرفان واخله
علم او هنر درسره – د ژوند سامان واخله
++++
د ارادو ثمر
چې غونچه څيري کړي ګرېوان ځنې وږمه پورته شي
چې د رباب تارونه وښوري نغمه پورته شي
چې پياله ایښي وي امېد ويده وي خوند ویده وي
د هر خمار امېد پیدا شي چې پیاله پورته شي
چې محبت په زړه کې نه وي یو سکون جمود وي
چې دا جوهر په کې پيدا شي هنګامه پورته شي
توره چې تیکي کې وي زور یې نه وي شرنګ یې نه وي
یو جهان پرې کړي چې د مرد په اراده پورته شي
چې د طوفان جذبې موجودې نه وي سیند ویده وي
چې جذبې راشي سمندر څپه څپه پورته شي
چې مردان ودانګي ډګر ته خار او خس محوه کړي
چې پتنګان په ډيوه سر کېږدي لمبه پورته شي
د ګمنامۍ مرګ خو قسم دی که هیڅ خوند راکوي
داسې دې مړ شم چې نړۍ کې اوازه پورته شي
پورته شي لوړ شي جهانونه له وزرو لاندې کا
باز چې له ځالې نه د ښکار په اراده پورته شي
+++
څلوریزې
سلام سلام دی، اشنا سلام دی
دا مې پوښتنه، دا مې پیغام دی
زمونږ خوښیږي، بېلتانه وسول
دا ستا زړه ولې په مونږه خام دی؟
+++
ماښام لا نه وي، اوښکې مې سر شي
په ورټ، ورټ ژاړم، څو چې سحر شي
که داد تیږې، زړه دې شي لرې
زما په حال خو، به ژړا درشي
+++
دادې خندا کا، زه به ژړا کړم
دادې ښېرا کا، زه به دعا کړم
اخر به ګورو، چې څه به وشي؟
دادې جفا کا، زه به وفا کړم
+++
بخت د مردانو، د لاس نهال دی
که لاس وانه خلي، څوک له طلبه
شور د سرونو د ژوند جمال دی
بدر کېدونکی، اخر هلال دی
+++
ګکنس صفت یم، ابرو هلاله
اور مې بادیږي، له پرو باله
خار مې خبر دی د زړه له حاله
خدای خو دې راکړه، د ګل وصاله
( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۲۷۹-۱۲۸۲مخونه)
---------------
عبدالقدوس نجیب
عبدالقدوس نجیب د عبدالغفور خان زوی د حاجي محمد ایازخان لمسی په خټه بابړ په ۱۹۲۳ع = ۱۳۰۲ل کال د کندهار په بابړو کوڅه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په دودیزه توګه کړي او بیا په رسمي توګه له لسم ټولګي فارغ شوی دی.
د تحصیل تر فراغت وروسته ښوونکی شو. له ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ نه تر ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل پورې په رسمي کارونو بوخت و او بیا یې خپل شخصي کار پيل کړ.
نجیب په پښتو او دري ژبو پوهېده او لیکنې یې په کې کولې، خو له اوردو، هندي، عربي او انګلیسي ژبو یې هم استفاده کولی شوه. ځينې اثار یې له اوردو او عربي پښتو ته ژباړلي هم دي.
دده د لیکنې او شعرونه په طلوع افغان، کابل مجله، هلمند، اتفاق اسلام او ځينو نورو خپرونو کې خپرې شوي دي.
عبدالقدوس نجیب په ۲۰۰۵-۷-۷ع = ۱۳۸۴-۴-۱۶ ل نېټه د امریکا په لاس انجلس کې وفات شوی دی.
اثار
۱.لارنس، له اوردو ژباړه
۲.جغرافیه پښتونستان جنوبي، په دري ژبه
۳.نواب امیرخان سالارزی د ټونګ د ریاست موسس، د اکبرشاه یوسفزي له اوردو تالیف نه پښتو ژباړه.
۴.متن بیانیه خان عبدالغفار خان در دادګاه لاهور، له اوردو ژباړه
۵.زېب النساء بېګم، له اوردو ژباړه، په طلوع افغان کې مسلسل خپور شوی دی.
۶.د کوه نور الماس، له اوردو ژباړه، په طلوع افغان کې مسلسل خپور شوی دی.
۷.خوني غل، له اوردو ژباړه، په طلوع افغان کې مسلسل خپور شوی دی.
۸.د کندهار پخواني فضلا، په طلوع افغان کې خپور شوی دی.
۹.د ژان ژاک روسو دوې مقالې، له اوردو ژباړه په طولع افغان کې مسلسل خپور شوی دی.
۱۰.الدخان، له عربي ژباړه، په طلوع افغان کې خپور شوی دی.
۱۱.الهاویه، د مصطفی لطفي منفلوطي یوه اوږده کیسه ده چې له عربي ژباړل شوې او په طلوع افغان کې مسلسل خپره شوې ده.
۱۲.الاحنجه المتکسره او مضجع العروس، د جبران خلیل دوې افسانې دي چې له عربي څخه پښتو ته ترجمه شوي او په طلوع افغان کې خپرې شوې دي.
۱۳.اراکوزیا، د کندهار د تاریخي حالاتو څېړنه
۱۴.واقعات رویداد بغاوت بچه سقاو، له اوردو ژباړه په ۱۳۷۶ل کال خپور شوی دی.
۱۵.افغانستان درسال ۲۰۰۱میلادي از طالب شاهي تا حامد شاهي
۱۶.طالب شاهي او د هغه ناوړه اثرونه
۱۷.مجله الاحکام الشرعیه، دوه ټوکه ، په دري ژباړل شوي دی.
۱۸.روڼې اوښکې یا د پردېس سوغات (شعري ټولګه)
۱۹.خوشال خټک، د دوست محمد کامل مومند له اوردو اثر پښتو ته ژباړه، غالبا دا کتاب دویم ځل عبداللطیف یاد طالبي هم ژباړلی دی.
۲۰.د علامه اکاډمیسین پوهاند رشاد د مړینې ګذارشات، انځورونه، شعرونه او نظریات، درې ټوکه
۲۱.د علامه اکاډمیسین پوهاند رشاد ژوند لیک، علمي، ادبي، کولتوري او سیاسي کارنامې د مرګ تر ساعته پورې
۲۲.تاریخ وقوعات افغانستان از سال ۱۸۰۰ – ۲۰۰۰ میلادي
۲۳.پښتو معاصر لیکوال ( تذکره)
د نظم نمونې:
عشق
بې دردانو که وڅکل شراب د عشق
په یوه وار به شي ټول احباب د عشق
که د عشق مجهولات خلقو له معلوم وای
ګاډران بې نه بلبل او باب د عشق
دا مجنون چې ستر مقام لري په عشق کې
لا یې پې نه کړ عظیم دریاب د عشق
عشق اسانه مه ګڼئ آ بې دردانو
د عشاقو تر زړو ځي خوناب د عشق
هغه وخت به بې دردان په عشق خبر شي
کې و پښو ته ولوېدئ طناب د عشق
چې د یار د وصل شپې مې راپه یاد شي
نو له غمه ږغوم رباب د عشق
+++
ورک شي
د نا اهلو انسانانو دې رنګ ورک شي
د بشر د غلیمانو دې رنګ ورک شي
بې خوراکه چې بل نه لري هنر څوک
د دا رنګ دون همتانو دې رنګ ورشي
هغه څوک چې وي بې ننګ او بې اثره
ددې هسې رنګ سړیانو دې رنګ ورک شي
دوست هغه دی چې اړي کې په کار درشي
ددې محض تش دوستانو دې رنګ ورک شي
چې په خوله یې وي یوه په زړه یې بله
د دوه رنګه انسانانو دې رنګ ورک شي
چې خدمت په صداقت د خپل ورور نه کړي
ددې هسې صادقانو دې رنګ ورک شي
+++
ستا سترګې
چې لیدلي مې دا ستا دي زېبا سترګې
ځکه نه راځي په خیال د شهلا سترګې
خدای زه څرنګه نتلی یم رازلی
چې یې ورکې کړې له ما څخه ستا سترګې
بلبل ګرم نه دی چې تل وهي بلغاکې
خو ورکیږي ځنې بیا د رعنا سترګې
ستا د سترګو د لیدنې چې مهجور شوم
بېهوده زه لغړه وم پر دنیا سترګې
دا پتنګ چې شېرین ځان سوزي په اور کې
خو دی وینې د ډیوې د رڼا سترګې
د بلبل سترګې پیدا دي د ګل لید ته
ګل چې نه وي بلبل څه کوي دا سترګې
بلبل وویل سهار ماته په بڼ کې
له تپاکه مې ړندیږي بینا سترګې
وایم زه به پاته شم محبوب به نه وي
پسې وځي به مې بیا په ژړا سترګې
بيهوده د عاشقۍ دعوه هغه کړه
بې محبوبه چې به وینې د چا سترګې
آ نجیبه ته ګرم نه یې ژاړه ژاړه
درنه پټې شوې په خاورو اشنا سترګې
+++
ګله
یو وار راشه چې دې ووینم بیا ګله
دا خزان به دې جلا کړي له ما ګله
راشه زه به کړم ژړا او ته خندا کړه
سره باسو به ارمان د سبا ګله
دغه دوې ورځې وصال پسې بیلتون دی
بیا به چېرې شي لیدن زما او ستا ګله
هر ګړۍ چې زه رایاد دا ستا بیلتون کړم
ځکه سوزو چغهار کړمه اشنا ګله
دغه ښاخ چې اوس ښایسته ستا په صورت دی
بیا سبا به وي د ځوزو ما وا ګله
نه به زه او نه به زما د سوز نارې وي
د زاغانو به وي شور و غوغا ګله
کشکې زما عمر دا ستا او ستا زما وای
زه ژوند څه کړم چې ته نه یې ازما ګله
د وداع لاس کړه را اوږد چې بیا بیلتون شو
د خزان بادونه راغله زېبا ګله
مینه ښه ده د هغو چې تل تر تل وي
مینه نه ښايي د هر بې وفا ګله
( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۲۸۳-۱۲۸۶مخونه/ معاصر لیکوال، عبدالقدوس نجیب/ د لیکوال یادښتونه)
--------------
عبدالحمید نحیف زهري
عبدالحمید نحیف زهري د محمد حسېن زوی په خټه بلوڅ په ۱۹۰۱ع = ۱۲۸۰ل کال د نیمروز ولایت په چخانسور کې زیږېدلی دی. «زهري» د بلوڅو یوه قبیله ده.
لومړني تحصیلات یې په خصوصي توګه کړي او دا چې پلار یې پوځي منصبدار و، دی هم په دغه مسلک کې شامل شو. په ۱۹۲۰ع = ۱۳۹۸ل کال د فراه په نایب الحکومګۍ (ولایت) کې په عسکري خدمت کې شامل شو. په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال د فراه ولایت په نظامي کورس کې شامل او یو کال وروسته د کندهار په قول اوردو کې په دنده وټاکل شو. په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال د افسرانو د کورس تر پای ته رسولو وروسته په مرکزي قول اوردو کې د نظامي افسر په توګه وټاکل شو. په اوردو کې د ډګروالۍ تر رتبې ورسېد او په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال تقاعد شو.
زهري د پښتو، بلوڅي او دري ژبو شاعر و او په شعر کې یې نحیف تخلص کاوه. د شعرمردف دېوان لري، چې دده په وینا پنځه زرو بیتو ته رسیږي. شعرونه یې په پخواني کلاسیکي سبک لیکلي او ملي، اجتماعي او مترقي محتوا لري، چې د شاعر د ژوندانه د وخت ضروري مسلې په کې منعکس شوي دي.
اثار
۱.انساني وجایب، اجتماعي او ملي موضوع ګانې لري، ناچاپ
۲.د سیستان د شاعرانو تذکره چې په پښتو ژبه چاپ شوې ده.
د نظم او نثر نمونې:
(١)
باران دى د رحمت اوري پر خاروخس يو شان
په بڼ کې گلان شنه کـړي په ښرنه کې ځوځان
چه خاوره يې ترخه وي د باران اثر پرې څه وي؟
صالحه خاوره غواړي چې گلان شنه کړي باران
پيدا يو ټول له خاورو د يوه قانون له مخې
څوک سره يو په بڼه څوک سپين اوژيړ، څوک يو توران
چا هر څه ځانته ساز کړل څوک لا ناست په سپيرو خاورو
څوک و خاته آسمان ته څوک شوو پاته جاهلان
له خاورو څخه جوړ څوک منگوټي او کنډولي کړي
بل ځاى له دغو خاورو جوړوي بل څوک جانان
عجبه يو بشر چې څوک ملکه څوک شيطان شي
فرعون شو، څوک نمرود شو، څوک شوو جوړ پيغمبران
بلل په باغ و بڼ کښې د هوس ځاله کړي جوړه
بيا بوم په خرابو کې جوړوى ځانته آشيان
چه کم شي له بشره د (بې) تورى، پاته (شر) شي
ابليس جوړ شي په پاى کښې له دغسې يو انسان
څوک غل، څوک متقي شي، څوک صوفي، څوک قمار باز
دغه ټول يو بشر دى څوک انسان شي څوک شيطان
څوک ورور اچوي څا کې د شخصي مقصد لپاره
څوک ځان کاندي ډيوه د نورو ژوند کاندي روښان
څوک وينې چه د بل په غم سوزيږي لکه سپانده
بل وينې چه د بل په ربړولو وي خندان
دا ټيټ و پاس چه وينې په نظام د کايناتو
قانون د ابتلاء دى د انسان پردې جهان
زهري نحيفه ! ځير شه ! د بشر دې ټيټ او پاس ته
شش در د زمانـــې کښــې ولې پاته يې حيران
++++
(٢)
نن دې ورځ ده په درس وکاږه زحمت
سبــا نـــه درځــي پـــه لاس دغــه فــرصـــت
کوښښ وکړه چه فاضل او هنرمند شې
رياضي زده کړه، فزيک او هم حکمت
د وطن لپاره ځان نافع فرزند کړه
خدمتگار شه د وطن په صداقت
د سبا ځوانان دغه د نن کمکيان دي
زويه پوه شه په خپل قدر او اهميت
جامعه سبا له تا څخه کار غواړي
ستا پر غاړه دى دغه مسئوليت
د خدمت لپاره ځان دې آماده کړه
په غوږ ټينگ کړه د نحيف پلار نصيحت
++++
(۳)
د غاټول پر زړه بې کیفه اثر نه وي
دغه داغ پر زړه د هر بې هنر نه وي
نور د عشق کله پر هر زړګي ځلیږي
د هر چا په برخه دغه ګوهر نه وي
وبه نه رسي مطلب ته تر ابده
که ثابت په خپل اقدام لکه غر نه وي
افسانه که د فرهاد چېرې رښتیا شوه
د ثبات مخ ته مانع مقدر نه وي
د هدف د رسېدو دې اسره نه کړي
چې پر خپل عزم ثبات یې باور نه وي
د تېرې تورې عمل د زړه تابع دی
خوشې شی ده که په لاس د زړه ور نه وي
اورېدلي به مو ډېر وي له پوهانو
رسېده د کوږ وري تر سفر نه وي
د مقصد ناوې هغه ته کابین کیږي
ای نحیفه چې حصار په خپل سر نه وي
++++
(۴)
د مرحوم سید حسن په اقتفا
ځان پتنګ کړه پر مقصد تاوېدل زده کړه
د وفا پر پت د شوق سوزېدل زده کړه
که ژوندون غواړې په کار کې ېې مونده کړه
له ساعته څخه همېش چورلېدل زده کړه
د مقصد پر اور دودېږه لکه سپانده
ډکه خوله د خندا وړه نڅېدل زده کړه
که دې خپلې هوساینې ته اسره ده
د بل چا د هوساینې غوښتل زده کړه
که زه ومه او ته نه وې یو به نه یو
له مچۍ څخه اتفاق او عمل زده کړه
مقصد مه پرېږده که اور دې په سر بل شي
په ژړا کې لکه شمع خندل زده کړه
که زحمت درباندې درشي تحمل کړه
په ثبات د غره په څېر درېدل زده کړه
که دې غوښته کامیابي عزم متین کړه
ای نحیفه له میږې نه زغمل زده کړه
++++
د زوڼې زړه
ناببره له مځکې څخه ږغ راباندې وشو:
پام کوه، زه هم تا غوندې یو موجود یم، زړه لرم، روح راپه کې شته، غړي پلې، عروق او اعصاب لرم. د نورو موجوداتو په شان یو موجود یم.
چې مځکې ته ځير شوم، څه شی په نظر رانه غی.
نو چې سر مې راجګ کئ، بیا هغه ږغ تکرار شو: هو زه هم ستا په شان یو مخلوق یم، یعنې له هغو مخلوقاتو څخه یم، چې د ژوندي پاته کېدو ارزو، د بقا هیله او د جګېدو اسره لرم.
په ځان ورېږدېدم، جټکه مې وخوړله، ويښتان مې نېغ نېغ ودرېدل، قسم مې یاد کړ، چې زه دې نه وینم، ته څه یې؟ ځان راوښيه !
هو ته به خود نه وینې، ته انسان یې، ته غرور لرې، په تا کې د خود بینۍ او تکبر لویه خاصه پرته ده.
ته انسان یې، ستا خصوصي غریزه ده چې خپل ځان تر ټولو موجوداتو ستر بولې، حتی د ټولو موجوداتو وجود د ځان د وجود دپاره ګڼې او ځان د ټولو موجوداتو مالک الرقاب او کالخوری بولې. ته ګومان کوې د زمانې څرخ خاص ستا دپاره په ګردش کې دی. ستا یقین دی، چې لمر ستا دپاره او مخصوص ستا دپاره هر سهار له ختیزه راخیژي او د لویدیز په څا کې ډوبیږي، ته فکر کوې، که چېرې ستا وجود نه وي، هغه به د ابد دپاره راونه خیژي او که بیا راوخوت، ځای پر ځای به ودریږي او د زمانې څرخ به له یوه مخه له ګردش څخه ولویږي.
هو ته انسان یې، ستا خوی دی چې تر ځان معتبرو ته تر مځکې پورې سر ټيټوي، لا کن د خوارانو او بېوزلانو پر سر هسې په ناز او غرور پښه ږدې، چې غواړې سربېره پر دې چې اخ ونه وايي، ستا د پښو ایښودلو حق الزحمه هم درکړي او ستا منت هم وکړي.
د لوینې او حاکمیت حق د ځان او تر ځان د غټانو دپاره محفوظ ګڼې، لاکن موږ غوندې وړو مخلوقاتو ته د سر د اوچتولو قدر په حق هم نه قایلیږې.
هو، ستا او ستا د همنوعو خپلو ځانو ته پام نه شته. پام لا څه چې په مخېله کې مو لا هم نه درګرځي چې په اصل کې څه واست؟ څرنګه نړۍ ته راغلاست؟ په څه شکل او بڼه مو د ژوند ساحې ته ودانګل؟ دا مو په تصور کې هم نه راځي چې یو وخت یو خورا کوچنوټی څاڅکی، مردارې اوبه واست. له کومې لارې او په کومه لار د مور رحم ته ولوېداست، هلته مو څه حال و؟ څه مو خوراک، په څه مو ژوند و، څه مو څښاک. له هغه ځایه پرکومه لار او په څه زیار، په کوم حال او په څه جنجال د ژوند ډګر ته راووتاست، هغه وخت مو څه کار څه مو کردار، څه عمل، څه مو روزګار و؟
زه یو وړوکی موجود یم، خود به مې ته نه وینې. زه هسې یو موجود یم، چې په ظاهره له یوې زرې زیات نه یم، لاکن په باطن کې زما د وجود پرمحور د کایناتو ستر اسرار چورلي او په وجود کې مې د قدرت اسرار نغښتي دي. د یوې لویې ونې روح په سینه کې پروت دی. هغه ونه چې ستا او ستا د همنوعو لا څه چې د ټولو حیواناتو له یوه واړه میږي رانیولې بیا تر یوه غټ ژوي پورې د ژوند او ژواک وسیله ګرځي.
ماته په سپکه سترګه مه ګوره، پښه په دې بېباکۍ مه راباندې ږده. په دې سپکاوي مې مه وژنه.
زه هغه مهم موجود یم چې د پسرلي ښکلا په ما ده.
هغه ګلان چې انسانان یې لیدو ته هوسیږي او د هغو په لیدلو خوشالیږي، د هغو دلیدلو دپاره د پسرلي راتلو ته سراښ دي. په ډول ډول شاعرانه نومونه، د هغو رنګ او بوی، خاصیت او خوی، ښکلا او ښایست ستایي، زما زامن او لوڼې دي.
که د پسرلي په موسم تالنده په خلاصه خوله او ډاروونکي ږغ، د برېښنا په څېر ګاه او بېګاه خاندي. که ورېځ په پټه خوله او ډک زړه وخت او ناوخت د خوشالۍ په ژړا، د شوق او محبت اوښکې د مځکې پرمخ پاشي، داد هغه دپاره ده چې د مځکې زړه نرم کړي، تر څو زما نازولې لوڼې، تنکي او شېرین زامن پخپله پسته غیږ کې د زړه په مراد وروزي.
داد څارویو او ژوو هوس د پسرلي راتلو ته زما د لوڼو او زامنو د سر را اوچتولو په ارزو دي، ولې چې پسرلی بې د هغو له وجود څه قیمت نه لري.
د کرونده وو، د ویاړ او خوشالۍ، د نېکمرغۍ او نېک فالۍ شپې او ورځې زما د زامنو د راتګ زمانه ده، ګویا د ژوند د اسرارو کونجي زما په لاس کې ده.
هو، اوس په دې حال کې چې زه یم او پر هغه حال چې ته یې زما په لیدلو نه بریالی کیږې. هغه وخت چې زه د یوې لویې ونې په څېر راپاڅېدم، په خپلو خوږو مېوو، یخو او هوسا کوونکو سیورو، زړه خوښوونکو ګلانو، سترګې روڼوونکو شینلیو، نور ټول موجودات مې خپلو پښو ته راوبلل، چې ته به هم په هغه ډله کې یې، بیا به مې ووینې او وبه مې پېژنې!
(پښتانه شعرا، اووم ټوک، ۲۲۶۴-۲۲۶۶مخونه/ اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۲۸۷-۱۲۸۹مخونه)
------------
نعیم جان
نعیم جان د محمد وسیم زوی په ۱۹۰۷ع = ۱۲۸۶ل کال د ننګرهار د کوزکونړ ولسوالۍ په ښېوه کې زیږېدلی دی.
د هغه وخت لومړنی ښوونځی یې سرته رسولی او په صرف، نحوه، فقه او ادبیاتو کې یې په غیر رسمي توګه له سیمه ییزو استادانو نه زده کړه کړې ده.
سربېره پر دې ښه رسام، نقاش او خطاط هم و. په ښکار، نښې ویشتلو، لامبو وهلو کې یې هم مهارت درلود.
په ولسي اهنګونو لکه رباعي، غزل، داستان، چاربیتې او نورو کې یې پښتو اشعارو ویلي دي او هم یې کله د ادبي صنایعو نه کار اخیستی دی.
دده د زوی محمد عارف تسل په وینا د ټولو اشعارو اندازه یې لسو زرو بیتونو ته رسیږي.
دی د خپلې سیمې ملک هم و او دا یې پلرنۍ وظیفه وه.
په ۱۹۴۲ع ۱۳۲۱ل کال په ۳۵کلنۍ کې وفات شو. دده شعرونه په ولسي اهنګونو او محاورو ویل شوي، د ننګرهار سندرغاړو هم ویلي دي.
د شعرونو نمونې:
رباعي
په زړګي مې خط و خال د جانان ښکل دی
ځکه وصف یې زما په زبان تل دی
چې بلبل په مخ د ګل باندې شیدا شو
ثنا خوان ځکه د ګل خوشخوان بلبل دی
چې د یار د مینې میو جام څوک نوش کا
هغه تېر له نام و ننګ او له ځان خپل دی
چې د یار په خط و خال هرڅوک شیدا شي
د دنیا ژوند پر هغه کسان مشکل دی
ای جانان پر نعیم جان لږ نظر وکړه
د هجران په غم کې ناست پرېشان دل دی
++++
عذر
باد سبا ورشه سلام مې پر جانان ووایه – ډېر په ښه شان ووایه
ډېر تعظیمونه نن زما په دلبرجان ووایه – ډېر په ښه شان ووایه
باد سبا جانان ته ورشه دوه لاسي کړه سلام
ډېر په ادب ورته زما عرض و داد وکړه تمام
هجران دلاسه حال زما ورته پرېشان ووایه – ډېر په ښه شان ووایه
باد سبا سلام مې وایه ته پر هغه نګار
دانه دانه خولې پرتې لکه شبنم په رخسار
ذرې ذرې احوال زما ورته پنیان ووایه – ډېر په ښه شان ووایه
باد سبا ته چې ورځې نن په طرف د ګلشن
اول سلام وایه پر هغه ښکلي سروچمن
بیا مې تعظیم ته په هر ګل د ګلستان ووایه – ډېر په ښان ووایه
باد سبا جانان ته وایه پرېږده پرېږده جفا
نور په خوارانو باندې وکړه لږ نظر د وفا
بس کړه ستم زیاتي ستم پر نعیم جان ووایه
ډېر په ښه شان ووایه
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۲۹۹- ۱۳۰۰ مخونه)
------------
نظرمحمد اڅک
نظر محمد اڅک د لعمل محمد زوی په ۱۹۳۰ع = ۱۳۰۹ل کال د کندهار په شاهي طبېلې کوڅه کې زیږېدلی دی.
زده کړې یې په خپله سیمه کې وکړې او بیا د قبایلو په ریاست کې کارمن شو، له هغه ځایه د کورنیو چارو وزرات ته لاړ او د څوارلسمې لمریزې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې د کورنیو چارو وزارت د قلم مخصوص مدیر و.
دی د پښتو شاعر او لیکوال و، چې لیکنې او شعرونه یې زیاتره د کندهار په طلوع افغان ورځپاڼه کې خپرېدل. وايي چې ده ګوښی شخصیت لاره او راشه درشه یې ډېره نه خوښوله.
دده د نور ژوند او اثارو په اړه سملاسې معلومات ونه موندل شول.
ساقي ته
ساقي جام راوړه بهار سو – باغ و راغ ټوله لاله زار سو
غوټۍ بیا په موسکېدو شوه – بلبلان په نڅېدو شوه
ابشار بیا وهي موجونه – بوراګان کړي اتڼونه
هله زما د زړه همرازه – تر تا جار شمه دمسازه
راته خلاصه میخانه کړه – وروسته ډکه پیمانه کړه
نه خو غل شته نه غدار شته – نه غماز شته نه رویبار شته
وچې شونډې زړه بې شوره – دا خمار حال ته مې ګوره
نن دې وار دی که څه داد کړې – په خپل داد مې خاطر ښاد کړې
نور ډيل نه ښايي تلوار که – له سرو لرې خمار که
ستا تر سرو سترګو درجار شم – تر تا وګرځم نثار شم
ای زما د زړه همدمه ! – زړه مې وچاودئ له غمه
خوش مشربه خریدار یم – ساقي تاته انتظار یم
ډکې ډکې پیمانې کړه – نن له موږه یارانې کړه
ستا تر ډک جام سپېلنی شم – ستا کرم ته دې واری شم
تر تا وګرځمه راشه – د زخمي زړګي دوا شه
ما ته راکه د تاک وینه – چې مې یخه شي پرې ینه
له عالمه بېګانه شم – یوه نوې افسانه شم
له زاړه فکره پرواز کړم – ځانته نوی جهان ساز کړم
یو جنون او یو هستي وي – په شرابو کې مستي وي
د سرو نابو پیاله اخلم – تشه ږدم ډکه را اخلم
زه به خاندم ته به ناڅې – زه به کېنم ته به پاڅې
ساقي ژر کوه بهار دی – زرغون واړه لاله زار دی
جام اوچت که مسلمان شه – جنتي په دې جهان شه
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱- ۱۳۰۲ مخونه)
------------
فاتح الملک ننګ یوسفزی
فاتح الملک ننګ یوسفزی په ۱۹۲۹ع = ۱۳۰۸ل کال د پښتونخوا په برسوات کې زیږېدلی دی. خو ده ډېره موده په افغانستان کې ماموریتونه کړي دي.
لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې وکړې او منظمې زده کړې یې د سوات په ښوونځي کې تر اتم ټولګي پورې کړې دي.
په ۱۹۵۰ع = ۱۳۲۹ل کال اوسني افغانستان ته راغی او په کوندوز ولایت کې مېشت شو، بیا کابل ته راغی او د قبایلو په مستقل ریاست کې د تبلیغاتو په څانګه کې په کار وټاکل شو. په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال د مطبوعاتو مستقل ریاست له خوا په ډیلي کې د ال انډيا راډيو د پښتو خپرونو ویاندۍ ته واستول شو. هلته تر څلور کاله کار وروسته د ځينو ستونزو په وجه استعفی ورکولو ته اړ شو او په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال بېرته کابل ته ستون شو . په کابل کې یې بېرته په قبایلو ریاست کې کار پيل کړ.
ننګ یوسفزی یو ځل د کوندوز د خلکو له خوا د ولسي جرګې لپاره استازی ټاکل شوی و.
د کورنیو جګړو په وخت پېښور ته بې ځایه شو، دلته له څه وخت تېرولو وروسته انګلستان ته کډوال شو او هلته په کینټ نومې سیمه کې اوسېده.
ننګ له ادب ورهاخوا سیاسي سړی هم و او په شاعرۍ کې یې هم ځينې وخت سیاسي خبرې کړي دي. دده په شعرونو کې ځينې داسې اصطلاحات هم لوستونکو ته په مخه ورځي چې په عامه توګه نه کارول کیږي او په دې توګه د ژبې او اصطلاحاتو یو ځانګړی طرز لري.
د ننګ یوسفزي شعرونه او لیکنې د افغانستان په بېلابېلو ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوي، همدارنګه له کابل او ال انډيا راډيوګانو یې په سوونو مضامین، شعرونه، افسانې، فیچرونه او ډرامې خپرې کړې دي.
ننګ یوسفزی د ۲۰۱۲ع کال د سپتمبر په ۱۶مه= ۱۳۹۱-۶-۲۶ ل په پېښور کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۲ کلنۍ په عمر وفات شوی دی.
اثار
۱.شپول، پښتو ناول
۲.زانګو، د ډرامو ټولګه
۳.تور زړونه، تور مخونه، سیاسي مضامین
د نظم او نثر نمونې:
څوک او څه یم ؟
د تاریخ له سوي زړه نه، راوتلې واویلا یم
یا د لوړو لوړو غرونو غریو نیولې تمنا یم
یا مړژواندې شانله هیله د مات زړه په دردانه کې
یا ساه ماتې حوصله شي د لیار ورکي په سینه کې
لوغړن للو په آه شي، ټسنس شوې په فضا کې
یا د یاس ډکه ندا شي لالهانده په صحرا کې
یا ارزو شي ژړغونې ګبېړنې ارادې شي
پاچه پورته و هوا ته په ښاخو کې پس بادې شي
یا هاغه د یتیم اوښکې چې په خپل ګرېوان وچیږي
یا د کونډې بې اسرې آه چې ایله تروره کیږي
یا د تېر کاروان جرس چې ازانګه وي په بیدیا کې
یا نا مراده شان صدا وي زنګوله شي په هوا کې
یا آټکنه سا نیولې چې نغمه شي په پردو کې
یا ژوندریزه خوږه تپڼه چې ړنده شي په ګردو کې
یا بهیر د هیلو هڅو تالا کړې زمانې وي
یا ناکامه محبت شي بیا عنوان د افسانې وي
یا بې ربطه زیروبم شي د رباب په تش ګوګل کې
یا رقیقه الوداع شي په سلګو د نیم بسمل کې
یا هاغه د سردرو باز چې یې دام تر غاړې ورشي
هر اندام یې شي بې ژواکه مړخین یې هر نظر شي
یا دروند پایه سمندر چې پښه نیولی شي پخپله
خپل ډېر ژواک ورته بلا شي، زړه یې شين شي له ساحله
یا طوفان وي پورته شوی له بیدیا و بیابان نه
بې هدفه الوګړ شي ځان یې ورک شي له خپل ځان نه
زه چې څه یم هم دغه یم هم دغه زما ژوندون دی
دا چې نوم مې د پښتون دی، دا چې نوم مې د پښتون دی
++++
سره او شنه
څوک تخیل د بوډۍ ته خېژئ
د ماشومانو زنګول غواړي
څوک د ارزو د تقدس په شمع
تاندې ځوانۍ لوګی کول غواړي
څوک د ساقي په یوه موسکه خندا
د اسمان ستوري نڅول غواړي
څوک د مظلوم د سوي آه په خاطر
غرونه رغونه لړزول غواړي
څوک د پسرلي د رنګ و بو په اوږو
رنګیني هیلې بارول غواړي
څوک د زیارکښ د اوږو بار کوزوي
د غریب پېټی سپکول غواړي
څوک په سپېدو ګرځي کوکۍ ټولوي
د چا وربل سینګارول غواړي
څوک د نیمزالې له اغزنو څڼو
په بارخو غنې اڼول غواړي
څوک د پاولو د شرنګا شرونګ لېونی
ځان په دې لوبو غولول غواړي
څوک په جیلونو کې د قام دپاره
د زنځيرونو ماتول غواړي
څوک د اغزن فکر په کر کرونده
د ولس لیارې شاړول غواړي
څوک د پلارمړي زوی تنکو پاپو له
په بڼو لار جارو کول غواړي
څوک د رحمان په زمکه اور بلوي
سمسورې دښتې سوزول غواړي
څوک د رحمت د اباسین په اوبو
وچې میری خړوبول غواړي
څوک بوالهوس د شګو پړی غړي
ځان کهکشان ته رسول غواړي
څوک مټور د لوړو غرو شاه زلمی
د غلامۍ کړۍ شلول غواړي
څوک تشتورخان راته اوس خان جوړیږي
زما د سر سودا کول غواړي
څوک په رښتوني ځان زما له سره
خپل سرو مال قربانول غواړي
څوک خود غرض اوبه په ډانګ بېلوي
نوک او ورۍ جدا کول غواړي
څوک ببرڅڼي په یو والي میین
څيرې ګرېوان پيوندول غواړي
څوک د مجهول تقدیر په لومو ښکېل ته
نوي دامونه جوړول غواړي
څوک ننګیالي د ننګ سندرې وايي
ویده پښتون راویښول غواړي
++++
ضمیر
راډیو فیچر
”د نیمې شپې ماحول د ۱۲ بجو ډګریال پرله پسې اواز“
اسلم – (په کټ کې اوړي او د ځان سره وايي) اوف …دولس بجې شوې خدای خبر چې نن ولې خوب له مانه لیرې ګرځي … دا پسته تلتکه جوړ راته بیخي د ځوزانو پوړ او پولۍ شوه، نه پوهېږم چې دا نن په ما څه شوي دي.کومه نامعلومه تلوسه ده چې په مخه مې سکونډي … (بیا په ډډه اوړي).
اخ څنګه وکم … هسی مې سترګې مرغۍ مرغۍ کیږي، خو سترګه را باندې متره شوې دي. دا په څه روحی اضطراب اخته شوی یم ”له کټه پورته کیږي“ ځم چې لږ د باندې وګرځم ګوندې یوه سترګه خوب راشي.
”په مخه ګرځي او د ځان سره وايي“ اسمان نن څومره ښکلی ښکاري … کاینات څنګه په غځېدلو پښو ویده دي … دا دنیا لا ډېر دردېدلي زړونه ډېر سوي اسویلي … ډېرې لمدې سترګې، پړسېدلي پښې، یتیمې اوښکې نیمزالې ارزوګانې …کونډې هیلې او بېوزلې لوږې تندې لري … چې خوب به یې عنقا شوی وي … خدای خبر اوس به څومره نور زما غوندې د خوب په لټه کې د ستورو بهیرونه څاري او د پښو ښکالو به یې د شپې په چپه چپتیاچکونه لګوي … څومره به دبېلتانه په ځور کې شپې روڼوي او د تللو په یاد به ژاړي رښتیا چې ژوند د مسلسلو ځورونو یو نه شلېدونکی زنځیر دی.
”لږه سکته“ ای ترورې او سرایله سپوږمۍ ! ته په دې توره شپه په چاپسې لالهنده ګرځې … د چا مینه دې ځوروي او څه درنه ورک شوي … اخلی …ستا په دې سپین زړه دا تور سوی داغونه چا ایښي … ایا دا د بېلتانه بیلګې دي که د چا د مظلومو اهونو سوی نقشونه …؟
… خدای (ج) پوهېږي چې ته به د چا په غم غمجنه او درد، دردیدلې یې … د کوم ميین په لوغړنه مینه کې د بېوزلو په تړمو اوښکو …
”د لرې نه د شپېلۍ اواز پورته کېږي چې ورو ورو نژدې کیږي، او هم په دې پسمنظر کې اسلم ګرځي او د ځان سره وايي“
اسلم – اوه … دا د کراری شومې شپېلۍ څومره خوږ درد لري … داسې بریښي چې بین مار د خپل خوږمن زړه دردونه، نور د فضا په امواجو څټه کول او د خپل دروند بارسپکول غواړي … (سکته) ای بین ماره … لږرانژدې شه چې ستا شونډې ښکل کړم … ستا د شپېلۍ هر سر زما د احساس ژورو ته کوزیږي او زما د زړه خوبولی څوب په څړیکو او ټوپونو راولي … راځه چې خپل دردونه سره ګډ کړو او په ګډه سره د ژوند کړاونو ته اوږده ورکړو … راشه را نژدې … زر رانژدې شه، د شپې لښکرې اوس په ماتېدودي … او د تیارې لمن ټولېدونکې ده … اه … دغه دی چې د سبا ستوری د اسمان په لمنو کې وځلېده او اوس به درنګ ساعت له د رڼا دکاروان سرولګی … لمر به په خپلو زرینو وړانګو له کایناتو د تیارې توربخن تپي او داغونه ووینځي …
”د سپیدو چاود وخت، د چرګانو بانګونه“
ای … زما د شپې د ناکرارۍ خوږو ملګرو ستورو، تاسو هم ولاړئ او زه مو یوازې پرېښودلم … ستاسو زړونه هم را باندې ونه سول … ځکه چې زه درد لرم او ستاسو څخه مې غوښتل چې زما سره دردونه شریک کړئ.
دا ځکه چې ما د نورو سره د هغوی دردونه، نه دي وېشلي، د نورو په غم نه یم غمجن شوی د بل په ویرمې نه دی ژړلي … او د چا د اسویلو تسل او ډاډګیرنه مې نه ده کړې، د چا اوښکې مې نه دي وچې کړي … په رښتیا که ما د نورو سره د هغوی غمومه وېشلي وای نو نن به ولې د اسمان ستورو هم له مانه تېښته کولای او زه به یې د بې خوبۍ او روحي تلوسو دې دروند بار ته یوازې پرېښودلی … هم دا پرون مې د خپل سر نابالغه خبراورېدلې او له خپلې دروازې مې د سرې میاشتې غړي په بدرنګ وشړل … هغوی خو زما دښمنان نه وو … له مانه یې څه غوښتل … بس یو څو روپۍ او هغه هم د وطن د مصیبت ځپلو او بېوزلو خویندو وروڼو د پارهولې ما هغوی ودګل، ومې رټل، ومې شړل خپله دروازه مې سپکه کړه … خپل ضمیر ته مې سر تیټ کړ، د خپل انساني کرامت سره مې لوبې وکړې او دا هر څه د دې د پاره چې زما له جیبه یو څو روپۍ ونه وځي او زماپه قارونی پانګه کې کمی رانه شي … اوف … لکه چې د ندامت هم دغه احساس ما تراوسه ځوروي او لکه چې هم دې احساس په روحی اضطراب اخته کړی یم چې زمکه له سره ځای نه راکوي.
”یو مهیج موزیک چې د ده د جذباتو طوفاني حالت ترسیموي“
اسلم – ”په وارخطايي او رېږدېدونکي غږ“
نانا … هرګز نا … اوس به زه خپل حق ادا کړم، د خپل ویښ ضمیر سترګو ته به نورې خاورې ایرې نه نولم. څه به وشي که ما د پنځو زرو روپو قالین له پښو لاندې نه کړ … که زما دوه پښې نارامې شي … مګر د دې پرځای به زما د سوونو وروڼو سرونه پټ شي … تر پښو سر ډېر قیمت لري … بې پښو ژوند کیږي ولې بې سره ناممکن دی.
”روانیږي“ ځم چې پنځه زره افغانۍ دا اوس له صندوقه راوباسم او په سوړ ګهیځ یې د سرې میاشتې ټولنې ته وسپارم.
”د کلیانو شرنګار د پښو اواز“ ”له پس منظر نه په دروند، ولې ملایم غږ“ دا نیکه او غوره اراده دې مبارک شه … زه تا ته په دې ښه کار شاباسی وایم … زه ستا زړه یم … زړه او په داسې کولو زښت خوښېږم هله زرکوه، داپنځه زره افغانۍ یوسه … هم په دې کې ستا سعادت دی هم دا ستا شان لوړوی او عزت دې زیاتوي.
سر: ”په دروند مهیب غږ“ زه ستا سر یم، د عقل او شعور کور … زه ستا رهنما یم؛ پام خبردار … روپۍ ورنه کړې … که لغړ وي … وي دې، که مري، مري به، تاله یې څه ستا کوم د ابۍ ورنکړې دادا راوړی دی … دا دومره خلک نور لږ دي …هیڅوک هم ورته څه نه ورکوي یوازې تا دا توده تبۍ په سر ایښې ده … ته له کومه د خاتم طایی د تره زوی یا د زیدی سخی ارسلاخان یې … پام چې روپۍ ورنه کړې … پنځه زره افغانۍ کم شی نه دی، په خوله بادیږي.
زړه: ”په خپل زوړ انداز“ ګوره چې د سر خبره وانه وری … دماغ انسان ته چل … فریب چالاکی او خود غرضی ښیی او زه د مینی محبت او هم دردۍ کور یم، زه ستا غوره رهنمایی کولای شم …
هم دا د انسانیت اخلاقو او شرافت لار ده … دا روپۍ په بیړه سرې میاشتې ته وسپاره چې ستا د مصیبت ځپلو وروڼو د پاره یې په خیر ښېګڼه کړي.
سر: هر ګز نه زه ستا عقل او پوهه یم … زه ستا د ممیزې قوت او د ښو بدو د تمیز طاقت یم …
زه تاله ګړنګونو روغ جوړ اړوم او په سمو لارو دې سموم … زما خبره واوره د زړه خبره مه اوره زړه صرف جذبات لري … تش جذبات بې د سر د لارښوونې جذبات یوشان اس وي چې سړی له ګړنګونو غورځوي …پام چې د زړه خبره ونه منې، لاس راکاږه دا روپۍ بېرته خوندي که یوه نه یوه ورځ به دې ضرور په کار شي.
زړه: ”په زوړ انداز“ دا ستا د امتحان وخت دی، د انساني ضمیر د امتحان وخت، ګوره چې پاتې رانه شې ستا څخه دولت دی … شته دي … خدای ډېر څه درکړي … ولې ستا دغه مصیبت ځپلي وروڼه نن هیڅ هم نه لري؛ که همداحال ستا وي نو تا به له نورو وروڼو څومره توقع درلودله زرشه په ښه کار کې بیړه کوه … بیړه دې په خیر او ځنډ دې په شر تمامیږي … شاباس هله.
سر: پام کوه د زړه خبره ونه منې … د ده بنګلو خبرې چې چا منلي … د چړ او خیرات کنډولي ته ناست دی او زما پیروان … د ښکلو موټرو او ډېرو ډېرو شتو خاوندان دي … پام کوه چې ونه ښویږې ګنی بیا به ارمان کوې… وخت به درنه تېر وي.
زړه: ”په زړه انداز“ دا هوسناک سر د مادیت ایجنټ او بړیڅی دی … د ده د پیروانو ژوند ډېر لنډ وي او ما د حاتم طایی … د زیدی د سخي ارسلاخان او د سوات د شاه پور د سخي سرورخان او سخي بازیرخان نومونه لاتراوسه ژوندي، درانه او خوندي ساتلي دي … د ده له خبرو د سرمایه دارانه ذهنیت بوی خیژي او زما د ترحم جذبې او د روادارۍ احساس انسان ته د مساواتو عظیم نعمت وربښلی دی … ګوره چې د مغزو خبرې وانه ورې، دی تاله نېکۍ اوخیر نه لرې باسي.
سر: ”په زوړ انداز“ زړه په هیڅ هم نه پوهېږي او زما په غیږ کې جمال الدین افغان، اقبال او حمید، حمزه، رحمان، خوشال، الفت، حافظ، ارستو، سقراط، ګویتی، شیکسپیر،شیدا خټک، ټیګور لوی شوي دي … او هم زه … د دوی د فلسفې او اشعارو روح روان یم … ولې د نړۍ تباه کوونکی خونړی او وحشتناک قوتونه هم د دې زړه د لاس غونډاری پاته شوی دی …
زړه: ”په زوړ انداز“ تر څو چې زه د فلسفې د لارې لیټ او د شاعر د احساس څوب یم تر هغې دا دواړه د انسان د عظمت او لویۍ ترانې وایی خو چې زما له لاسه ووځي او یوازې د سر پر سترګو روان شي … نو بیا (قهقه)عقل د سالار د جنګ نقشه او شعر د سپاهی په شونډو د وحتش یوه خونړۍ ترانه شي …
”د عسکري مهماتو او عسکرو حرکت“
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
وینې تویول غواړو- سور اوربلول غواړو- خونې ورانول غواړو
نور تباه کول غواړو
مونږ زړوریو زاړه څه چې ماشومان وژنو - کونډې یتمان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
مونږه جنګیالي ځوانان- مونږه توریالي ځوانان- تل یو بریالي ځوانان
مونږ یو د میدان زمریان
سترګې موسرې شوي د پردو سره خپلوان وژنو- مونږ زاړه ځوانان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
ځو د غلیم کور لوټو- دغه کور په زور لوټو- کور لاڅه چې ګور لوټو
اوس یې پسې نور لوټو
مونږ د وحشت په نشته مست یو انسانان وژنو- وروڼه عزیزان وژنو
جنګ له ځو جنګ له ځو جنګ له ځو
”د جنګ ترانه، یوه دقیقه د جنګ د منظر ډزې او په مخه زګېروی اول په زوره او بیا ورو وروو چې په همدې پس منظر کې سر په وارخطايي ډول خپلې خبرې جاري ساتي“
سر: ”د ډزو د اواز په پس منظر کې په وارخطايي“ د زړه خبرې یوه تشه جذباتي پروپاګنده ده … دی لکه دچندخ د ګوګل په څا کې لوی شوی دی…
دی ړوند دی د جذباتو ړوند … چې زه ورسره نه یم نو یو پل تګ هم ورته د همالیه او هندوکش سرکول ښکاري … او زه د جزلایتجزا د کلیی جوړونکی او هم زه یې ماتوونکی یم؛ ما انسان ته د ساینسی نعمتونو بې بهاسوغات وربښلی دی او هم زه د ایټم او هایدروجن د عظیم طاقت کشاف او خالق یم …پام کوه چې د زړه خبرې وانه ورې … دی په ګټلو نه پوهېږي ولې څټلو ته شین زمری دی … د ده پرې څه ځي … که ځوریږم خوزه ځوریږم … ده له یې څه … دی خو لکه د ټاکری د شیخانو د پردو سنډاګانو خیرات کولو ته تیار ناست دی – اوری که نه … په خلاصو غوږونو واوره …پام کوه .. خبردار … چې د خپلو وینو خولو محصول او ګټه د نوروله سره لوګی نه کړې …
زړه: ”په دروند غږ“ دا په خپله اواره ګردۍ او ایله ګشتۍ نازېدونکی دا چې په اټوم او هایدروجن ویاړي … دا د ساینس کشاف او د ګټی خاوند سر، زما په عظمت او لوی سترګې پټوي … دی لکه د ښاپیرک د حقیقت لمر هم نه ویني…
زه زړه یم … د انسانی شرف او فضلیت کور … زه د انسان د پاره مینه محبت او درد پالم … زه د قربانۍ جذبی او د عزت النفس احساس ته پرورش او وده ورکوم … هم زما له ژورو نه د امن پیغام راوځی، هم زه یم چې یوانسان د انسانیت د خیر د پاره سر ښندلو ته اماده کوم … او هم زه د امن او انسانی ښیګڼې بنیادي عناصر رحم او عاطفه پالم … زه منم چې دی د ساینس کشاف او د توپ، ټانک او وسلو موجد دی، ولی که زه نه وای نو تراوسه به د جنګ لمبې همداسې پسې بلې او ژبغړاندی پاتی وای.
”د بمبارۍ ریکارډ په پس منظر کې“
زړه: ودی لیدې د سر، کارنامې او … دا یې لاڅه کوې دا د اټم مخترع دا د مادې هوس په نیلی سپور سر چې د اټم په ایجاد دومره ویاړی او فخر کوی … هم ده په تېر لوی جنګ کې د ۲۲ ملیونو انسانانو ۷۵ ملیونه کیلو وینې تویې کړې او که چیرې ما دده واګي نه وای راټینګې کړې نو نن به دنیا ذرې ذرې لکه د هیروشیما او ناګساکی د حال په ژبه د خپلې بربادۍ داسې ویر ژړلی … (د اتوم بم د اواز او د خلکو د چیغو او فریادونو په پس منظرکې)
زړه: ولې دا زه ومه … چې زه د انسان په رګ رګ کې له جنګ نه وېره او کرکه شوم، هم دا زه وم چې د انسانی وحشت د حوصلې تانګونه مې پرې کړل … او یو ځل بیا د انسانیت په شونډو د مینې او امن یوه خوږه ترانه شوم.
د امن ترانه.
”ترانه د مارش د ترانې په پس منظر کې په جګ اواز باندې زړه خپله وینا جاري ساتي“
جوړه ورورولی زمونږ مونږه انسانان یو.
( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۰۳-۱۳۱۲مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
محمد ګلاب ننګرهاری
محمد ګلاب ننګرهاری د مولوي میراجان زوی، په خټه مومند په ۱۹۲۸ع اوکتوبر= ۱۳۰۷ل کال په میزان میاشت کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په اړخي سیمه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په خپه سیمه او پښتونخوا کې په دودیز ډول کړي، چې په کې پاړسي او عربي ادب شامل دی. په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د کابل د عربي دارالعلوم په شپږم ټولګي کې شامل او په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال ترې په اعلی درجه فارغ شو.
تر زده کړو وروسته د قبایلو په مستقل ریاست کې د تبلیغاتو د دویمې څانګې مدیر وټاکل شو او بیا د تبلیغاتو لوی مدیر شو. بیا یې په عدلیې وزارت کې کار کاوه او له هغه ځایه د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته تبدیل شو او د کتاب چاپولو موسسې مرستیال وټاکل شو.
د ثور تر کودتا وروسته ننګرهاری پېښور ته کډوال شو او هلته د حضرت صبغت الله مجددي په تنظیم «د افغانستان د نجات ملي جبهه» کې په فرهنګي چارو بوخت شو.
دی غالبا تر هغه وخت مخکې وفات شو چې مجاهدینو کابل ونیو.
محمد ګلاب ننګرهار د پښتو شاعر او لیکوال و، په دري ژبه یې هم شعرونه لیکلي او یو اثر یې هم په کې خپور شوی دی. دده شعرونه او لیکنې د افغانستان په بېلابېلو خپرونو اخبارونو او مجلو کې نشر شوي دي.
دده شعرونه په دوه برخو وېشلی شو، عشقي او بزمي او قومي او ملي. د قبایلو د ریاست او بیا د قبایلو د وزارت په وخت چې د خپلواکۍ تړون په نامه کوم کلني کتابونه چاپېدل، زیاته برخه یې ننګرهار لیکلې او راټوله کړې ده. دا کتاب په همدې یوه نامه تر لسو ټوکو زیات چاپ شوی دی.
د پښتونخوا یوه لیکوال انورالحق ګران د ننګرهاري په باب یوځای لیکلي:
« ښاغلی محمد ګلاب ننګرهاری یو ځوان زلمی شاعر دی، د چا سره چې د پښتو ادب ډېر زیات امېدونه تړلي دي.
په کومه شانداره طریقه چې هغه د شعر په چمن کې ورو ورو سر را اوچتوي، د هغه نه مونږ اندازه کولی شو، چې که چرې ماحول دده سازګار و نو د ننګرهار دا ګلاب به یوه ورځ د ننګرهار او افغانستان نه بلکې د کلهم پښتونخوا او پښتو ادب یو ښېرازه ګل وي، چې د هغه د ښکلا نه به نور د ښایست او حسن الهام اخلي او د هغه مشاهدات او واردات به د ژوند د یو ښکلې نغمې راپيدا کولو سبب ګرځي.
د یوه همه ګیر یا غیرفاني ادب دغه مقام ته په رسېدو به البته د محمد ګلاب دپاره د وخت او مسلسل ارتقا ضرورت وي، ځکه چې د یوه همه ګیر ادب راپيدا کولو دپاره د مشاهداتو پوخوالی لازم دی، کوم ته چې محمد ګلاب لا دا وخت د خپل کم عمر په وجه رسېدلی نه دی....
محمد ګلاب ننګرهاري د مینې نه یو ډک خط زما سره د دوستۍ سرايښودی و؛ ولې د یو فنکار په حیث زه د هغه په شخصیت قایل نه وم. زما خیال و، چې د شعر او ادب سره دا لوبې کوونکی د مکتب یو زلمی دی، چې د ځوانۍ په مسته دنیا کې نوی نوی داخل شوی دی او لکه چې د هر نوي زلمي او پېغلې په سر کې څه نه څه لېونتوبونه هغه ته لمسوي، محمد ګلاب هم دغسې یو ځوان دی، ولې زما خیال یو دم بدل شو چې ما د هغوی لاندې څلوریزه د کابل په یو اخبار کې ولوسته:
لاس دې مه وهه په زلفو زړه مې ریږدي
لېوني ته زولنې شرنګول پرېږده
د پامالې ارزو رنګ دی تلو واخیست
تاته چا ویل په تورو سکرو پښې ږده
کابل ته په رسېدو د هغه ټول دېوان زما په وړاندې راغی او د ښایست او ښکلا یو قیمتي سرمایه زما په ځولۍ کې پرېوته....»
اثار
۱.ریدي ګلونه، شعري ټولګه
۲.شپېلۍ، شعري ټولګه
۳.پښتون غږ، شعري ټولګه
۴.ایمل نامه، منظومه رساله ده، چې یوه برخه یې په دري ژبه ده.
۵.اباسیند، د پښتو نثرونو مجموعه
۶.د خپلواکۍ تړون، د پښتونخوا د پېښو کلنی ریپورټ دی چې له ۱۳۳۳ل نه تر ۱۳۴۰ل پورې هر کال د کتاب په بڼه خپور شوی دی.
۷.ننګرهار، په دري نثر لیکل شوی، چې یوه برخه یې د پښتني دودونو په کتاب کې د پښتو ټولنې له خوا په پښتو ژبه چاپ شوې ده.
۸.مصر امروز، په دري ژبه
۹.پښتني ارمان، په ۱۳۳۴ل کال د پښتونخوا د شاعرانو د شعرونو مجموعه ده چې ده تدوین کړې او د قبایلو مستقل ریاست خپره کړې ده. ددې کتاب دوه نور ټوکونه په ۱۳۳۵او ۱۳۳۶ل کلونو کې تدوین شوي دي.
۱۰.د خپلواکۍ جګړې، د مولوي محمد ظاهر شاه د دري کتاب پښتو ترجمه ده، چې قبایلو ریاست خپره کړه ده.
۱۱.بهیر، د پښتونستان او د پښتو د نورو لیکوالو د افسانو مجموعه ده چې ننګرهاري تدوین کړې او دده خپلې افسانې هم په کې شته، دا کتاب هم د قبایلو ریاست له خوا خپور شوی دی.
۱۲.ننګرهار، دا اثر په دري ژبه لیکل شوی، چې د ننګرهار د ټولو اړخونو په معرفۍ مشتمل دی، تراوسه نه دی چاپ شوی.
۱۳.ابوحنیفه، دا کتاب د مصر د مشهور محقق ډاکټر محمد یوسف موسی تالیف دی او ده په پښتو ترجمه کړی چې عدلیې وزارت چاپ کړی دی.
۱۴.د ۱۳۴۳ل کال د اساسي قانون پښتو عبارت هم ننګرهاري تیار کړی او د انتقال له دورې بیا تر د دواد خان جمهوریت پورې د ټولو قوانینو پښتو متون دده له خوا ژباړل شوي او چاپ ته چمتو شوي دي.
۱۵.د پښتونستان د ملي تحریک او د عدلي نظام په باب د ننګرهاري مقالې او کنفرانسونه زرګونو ته رسیږي.
۱۶.د ګلاب ننګرهاري لیکنې، دا دده د خورو ورو نثرونو ټولګه ده، چې په ۲۰۱۳ع کال په ننګرهار کې دده د کورنۍ له خوا خپره شوې ده.
د محمد ګلاب ننګرهاري د نظم او نثر نمونې:
یاد
انتظار مې شي بې تابه چې رایاد شې
مصور مې شي له شوقه ارمانونه
دا په وینو کې ډوب زړه مې فواره شي
نرګسي ګونه مې وغواندې رنګونه
++++
ارزو
د رنجو غوندې ورغلی په هنر وی
دېره شوی وی د سترګو په وطن کې
د کوکۍ د بې نیازه شباب خواله
د بورا خواهش ما وړی وی لمن کې
++++
رندان
مونږه رندان یو جرعه جرعه څښو
په دمه دمه مۍ په واره څښو
ستا د خولې هم ځي بوی محتسبه
خو ته یې پټ څښې مونږ یې ښکاره څښو
++++
مطربه
خالي محفل دی له بېګانه وو
د محتسب دی د عیش کمۍ وي
دا مو تقسیم دی ښکلې مطربه !
چې ستا دی نۍ وي زما دې مۍ وي
++++
هیله
تنزل مو په هستۍ باندې مزمن شو
د شبنم غوندې مخ پورته ارتقا را
دا حیران ساحل د موج په راز خبر کړه
دې تیاره غوندې ماښام کې څه رڼا را
د شرر له تپ و تابه مې خبر کړه
په سینه کې زړه په زړه کې تقاضا را
رند ویده، میخانه ورانه جام نسکور دی
ماته کړې چې ساقي هغه مینا را
یو ګړۍ دې وي خو ژوند مو نظاره کړه
تبسم نه ډک منظر لکه برېښنا را
کهکشان مو انعکاس د ارادو کړه
په فنا کې اثرونه د بقا را
ته پوهېږې چې زه څه غواړم له تا نه
زه به څه وایم چې هغه را او دا را
++++
داسې به کیږي
انتظار په ختمېدو دی د بهار
په تیارو وخت د خندا دی د سهار
بویه دا چې دا سکوت په ماتېدو شي
بویه دا چې دا ساحل شي یو ابشار
بویه دا چې اوس دا سور شفق اور واخلي
او رڼې کړي تاریکۍ د انتظار
د بګرام د ښکلا څڼې وربل جوړ شي
چې دا خړ چمن یو مخ شي لاله زار
د ګلونو دا ځوانۍ له مستۍ ډکې
کړي فضا له یوې مخې نغمه سار
دا وړې ستارې واړه شي راغونډې
او شي ټولې د لیلی د غاړې هار
دا تش جام یو پیمانه شي د سرو میو
پیمانه شي د نشې هم د خمار
دا جوهر د نور سرور او نشاطونو
په سرو لاسو یار ته وړاندې کړي نګار
دغه وخت کې د رقیب په زړه تیاره شي
او نظر یې شي له دې منظر نثار
دغه وخت یې له دماغه شي دود پورته
او ګوګل یې شي کباب په خپل انګار
دغه وخت کې د رقیب په زړه تیاره شي
په شا کړی یې د سرو مهرانو بار
د لعلونو د انبار په بدل غواړي
له موسی ځنې هم طور او هم انوار
یا فرعون شي شیطان ته سجده وکړي
راښکاره د زولنو کاندې انبار
دغه وخت جذبې بهر شي له اختیاره
دا طوفان واخلي زمام د اقتدار
دا تښځ شي د فرهاد له عشقه جوړه
چې کړي غوڅ تر کاڼي کلک زړه د اغیار
دغه شي د انتقام جذبه سرکشه
دا د چا لپاره نور شي چاته نار
دغه ځار کړي هر ساحل تر خپله موجه
د ګرداب په لاس کې ورکاندې کنار
دا خندا وي شي د قیس په صحرا پورې
او ښکالو د کجاوې شي د دلدار
دا کمند شي د سرکش رقیب په پښو کې
دا په ملا د بې انصاف ساقي ګوزار
دغه لاس وي د باغوان چې اغزي پرې کړي
دا نظر شي په سرو ګلو د مالیار
دغه چغه د علي وي په خیبر کې
دا حساب وي چې یې کړي منصور او دار
دا وي سره شمعه بلیږي په محفل کې
او پتنګ ترېنه تاویږي بې اختیار
دغه وي یوه بلنه د یو حسن
دغه وي د یوې مینې یو اقرار
شل اورنګه کاندې زار تر یوه خوشاله
او لوګی پردی چمن له خپل کهسار
++++
د ژوند شپې ورځې
زه ددې دوړنې او خیرنې دنیا سره نا اشنا وم، زه نه وم خبر، ما دا دنیا نه پېژندله، ما یې نوم هم نه و اورېدلی. زه نه راتلم. هغه وخت چې زه ددې نیمګړې او نیمه خوا دنیاګۍ په شپو تېرولو نه وم محکوم شوی، هغه وخت چې زه ددې ارمانجنې او مایوسې دنیا د یاس او حرمان څپېړو نه وم وهلی.....
هغه وخت چې ما د روح د عصمت ایېنې ته خپل لطیف او راڼه ذرات شمېرل، نو زما د هست او بود ذرات د عناصرو په جوهرونو کې د بېلو بېلو او جدا جدا خوندونو کیفونه وو. اخ زه دې کثیفې او مادي نړۍ ته چا راوستم؟ دا دنیا څومره بدرنګه او تیاره ده؟
دا څومره ترخه او بې مزې ده؟ دلته د خوږلنۍ او لطف عناصر هډو راغلي نه دي.
دلته څومره خېټور او پنجه ور حیوانات دي؟
دلته هیڅوک خپل حدود نه پېژني.
هیڅوک خپل ځان نه پېژني.
دا د ابدي نابلدانو کلی دلته څه ګوزاره کوي؟ دوی دلته د څه دپاره راغونډ شوي دي.
د کومې غایې دپاره لاس او پښې وهي او د کوم سفر د اسبابو په تیارۍ کې نښتي دي.
آه، زه دې کړکېچنې او لالهاندې دنیاګۍ ته نه راتلم، ددې دنیاګۍ په مخ د سعادت نښه نه شته.
دلته سعادت د هیچا سره پیوند او یارانه نه لري. دلته خندا د ژړا د پاره ده او ژړا د مرګ او دایمي سکون معنی ده.
دا دنیا د سعادت نه، د مرورو یو زندان دی. ددې ځای خواږه د زهرو نه هم زیات ترخه دي. دلته خپلې بوټۍ د خوراک غوښې او خپلې وینې د څښاک اوبه دي.
ددې زمکې استوګن د فطرت هغه جسور او شوخ عناصر دي، چې په شاقه تکلیفونو د خپل بد عمل په سزا محکوم شوي دي.
اوف، ما څه ګناه کړې وه، زه چا راوستم؟ زه پخپله رضا راغلی یم، زما خوښه وه؟ چې زما لطیف روح دې ددې دنیاګۍ د حوادثو او واقعاتو د لوګي نه رنګ واخلي؟
زما پاک او سپېڅلي اندامونه دې خیرن او د نه کتو شي؟
زما خوله دې له خاورو ډکه شي؟
زه دې محکوم شم؟
زه دې د همېش دپاره وژاړم؟
زما هستي او موجودیت دې ددې دنیاګۍ د بې معنی او لا غرضه حرکاتو په دوره کې وسولیږي؟
خپلې غوښې دې وخورم او خپلې وینې دې وڅښم؟
نه، نه، زه نا خبره وم، زه نه راتلم، ما دا دنیاګۍ نه پېژندله، زه نه راتلم.
دلته د پيریانو او دېوانو د افسانو نه غیر بل هیڅ نه شته.
په دې نیاګۍ کې شیطان او انسان ته د پلار نیکه زړه دښمني پاتې ده.
دلته د رند او صوفي حساب تر مرګه پورې نه خلاصیږي.
دلته د ماړه او وږي د شور او غوغا د لاسه بل څه نه اورېده شي.
دلته د مظلوم رڼې اوښکې د زړه جړې غوڅوي.
ددې ځای خلک د خپل ځان دښمنان دي او پخپله د خپل فطرت په تباهۍ بوخت دي.
زه پخپله رضا نه یم راغلی. ما دا ځای نه غوښت او نه مې پېژاند.
دلته د خپل جنس سره د ښې لارې چارې د ساتلو خیال څوک نه کوي.
دلته صداقت نشته، اخلاص نشته.
دلته پاکه جذبه او نېکه اراده د هیچا سره نه پیدا کیږي.
دلته د روح فضیلت ډېر لږ دی او هیڅوک دا کوشش نه کوي چې ډېر شي.
زه فطرت کش نه یم، ما د خپل فطرت په ژوبلولو پسې ملا نه ده تړلې.
دلته زه نه راتلم، زما خوښه نه وه.
زه په دې راتلو خپه وم او په سرو سترګو مې ژړل.
زه ددې دنیاګۍ ګردونو، غبارونو ته په زور راوستل شوی یم، زما نه لوبونی جوړ کړی شو.
زه فطرت د خپلې نندارې او تماشې دپاره د واقعاتو امواجونو ورګوزار کړم.
زما لطیف دماغ د حرص او خواهش بدبویو لوګو لوغړن کړ، له ما نه د نور لطافتونه په شا شول او د نار یوې سوزانې او خوړونکې جذبې ته یې خپل ځان پرېښود.
زه د طبیعت په دوران کې د خلقت یو منګوټي په تخرګ کې راوړم او دلته یې د هوا د پستې غیږې نه د ګټو او تیږو په دې وچه کلکه، درینګه وویشتم.
زه غمونو راوستی یم او د غم په غیږ کې په ژړا ژړا پاتې کړی شوم.
زه دې خلکو ته حیران شوم او د ډېره غمه مې وخندل. زه دلته د خلقت د زور زیاتي قبلولو نه وروسته بلد شوم.
ددې بې رنګې دنیا په متحول خوی وپوهېدم، شپې او ورځې مې تېرې شوې، ددې بې مینې او هردم خیالي دنیاګۍ سره مې مینه پیدا شوه او تمه مې ورته ونښته.
اوس ای... ای... د جبر او زور خانه، ای د زنځيرونو او زولنو خاونده، دا بیا دې چېرته روان کړی یم؟ ما بیا چېرې بیایې؟ کوم نا اشنا ځای ته مې شړې؟ زه به بیا د یوه ناانجامه سفر ډاګونه وهم؟ نه ! نه ! زما پښې کمزورې دي، زما د زړه زور اوبه شوی دی، توښه نه لرم، ملګری نشته، توره تیاره ده، وېره او ترهه هره ګړۍ زما غوني زېږوي.
اوس ما... ما... پرېږده، ما... ما... مه بیایه، زه نه شم تلای.
ما اوس دلته وخندل، ما بیا مه ژړوه او زما مرور ارمان لږ پرېږده، چې دخپلې رنګینې ارزو په غیږ کې یوه شېبه ویده شي.
زما دا دنیا خوښیږي، ددې دنیاګۍ شپې او ورځې، د لمر او سپوږمۍ متحیرې او مضطربې سترګې، د ستورو وارخطا او بې واره سترګکونه د سمندر امواج، د لوړو غرونو اوچتې څوکې، د اوارې زمکې ګڼ او ګور ځنګلونه، د ساحل سکوت او ارامي، د فضا توفان او دسیلیو طغیان.
اوه، دا څه تشدد دی؟ دا څه قهر او غلبلې دي، ما پرېږده، زه نه ځم، ما ولې راکاږې، زه نه شم تلی.
دا دنیا زما خوښيږي، دا تریخ ژوند اوس زما په ستوني کې ځکه خوږ دی، چې زما حواس ټول کاڼه شوي او هر خوند په کې اپوټه کیږي.
زما خوښیږي، د مظلوم د ژړا اواز، د وږي یتیم اوښکې، د غریب د تندي خولې، د کونډو رنډو اسویلي، د لوڅو لغړو مایوسې سترګې، د وږو تږو اضطراب.
زما خوښیږي ددې دنیا جنګونه او جګړې، تعدی او تجاوز، ازلي اختلافات او ابدي رقابت او عمري بدبینۍ.
ما پرېږده، زه نه ځم، ما وبښه.
زه معافي غواړم، معذوره مې وبوله، ای مقتدره فطرته او ای جابره طبیعته.
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۱۳- ۱۳۱۹ مخونه/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
عبدالرحیم ننګیالی
عبدالرحیم ننګیالی د مېرزا محمد ایوب زوی د قاضي سراج الدین لمسی په خټه کاکړ، په ۱۹۱۵ع = ۱۲۹۴ل کال د کندهار په پاشمول کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په لومړنیو ښوونځيو کې وکړې او په ۱۹۲۷ع = ۱۳۰۶ل کال د کندهار په رشدیې ښوونځي کې شامل شو، خو د سقوي اړودوړ له امله یو کال وروسته ښوونځي بند شول او ده خصوصي زده کړو ته ملا وتړله؛ د عربي او فقهې کتابونه یې ولوستل. په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال د دفتري اصولو په مکتب کې داخل شو او په لومړۍ درجه بریالي فارغ وګڼل شو.
په ۱۹۳۲ع = ۱۳۱۱ل کال د کندهار په مستوفیت کې کاتب مقرر شو او همدغه وخت یې له شعر او ادب سره مینه پيدا شوه. د مخکنیو شعرونه یې ولوستل او خپله یې هم شعر لیکنه پيل کړه.
په ۱۹۳۵ع = ۱۳۱۴ل کال د کندهار د غورک د لومړی درجه حکومت اوله درجه مامور او یو کال وروسته د دایچوپان د مالیې مامور او په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال په کابل کې د ملي دفاع وزارت د عمومي قواوو د قوماندانۍ د پښتو کورسونو په استادۍ مقرر شو. په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال د کندهار مستوفیت د تفتیش سرکاتب او هم ددغه ځای د مامورینو د پښتو کورس معلم و. په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال د کندهار د فواید عامې د کنترول انتهايي مامور او هم په افتخاري ډول ددغه مدیریت د پښتو کورس معلم و. په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال د کندهار ښاروالۍ د تفتیش په مدیریت کې په کار وټاکل شو او یو کال وروسته د مالیې وزارت له خوا د کندهار د منزلباغ د بررسۍ په ریاست کې د حسابي چارو د تفتیش مدیر و. په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال د کندهار ښاروالۍ د منشي په حیث وټاکل شو او په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال د همدغه ښاروالۍ د اداري چارو عمومي مدیر و. په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال د کندهار د ترافیکو مدیر مقرر شو.
ننګیالي په پښتو او دري شعرونه ویل او د اشعارو یو دېوان یې لاره، چې د خپراوي په اړه یې معلومات ونه شول، خو شعرونه یې د کندهار په طلوع افغان او ځينو نورو اخبارونو کې نشر شوي دي.
د ننګیالي د ژوند او اثارو په اړه وروستي معلومات ترلاسه نه شول، ښايي په وروستي سمون کې بشپړ شي.
د عبدالرحیم ننګیالي د نظم بیلګې:
نه منم
چې د نامه دپاره وي هغه کرم نه منم
چې تملق کوي د هغوی مدح او ذم نه منم
چې د زهیرو زړو حالات په کې څرګنده نه شي
هغه ایېنه د سکندر او جام جم نه منم
چې د لالي په شان یې نه وي داغ د زړه نمایان
د بولهوسي بورا مینه هیڅ رقم نه منم
چې د پتڼ په څېر یې نه شي وجود ټوله ایرې
د ګل پر پاڼو روڼې اوښکې د شبنم نه منم
چې مشاط یې ږمنځ کېدو کې زړونه نه کي پیدا
زه د هغه دلبر د زلفو پېچ و خم نه منم
چې د ملي وحدت جذبه په قام کې نه کړي ترزیق
پر سپين قرطاس توري لیکل د هر قلم نه منم
چې بې تشخیصه لاس کړي پورې د کوم رنځ په علاج
که اپلاتون وي لا یې هم د لاس مرهم نه منم
چې په وصال نه کړي توی وینې د سترګو څخه
په بېلتانه کې د عاشق درد و الم نه منم
چې زورور لوړي په خدای و په قران و رسول
دا درواغجن وي ننګیالیه زې قسم نه منم
شابس شابس
غریبان شړې له دره شابس شابس
زړه دې سخت دی تر ډبره شابس شابس
تر قارون دې سرمایه په سود کړه زیاته
ګټندویه سوداګره شابس شابس
پرې کوې لکه قصاب د وروڼو غوښې
مردار خوره ځناوره شابس شابس
اته ګز ټوکر په ګزه کړې درې چاریاکه
پر منه خورد وهې د سره شابس شابس
پابند نه یې د قران په امرو نهې
بیم دې نسته له دا وره شابس شابس
شداد ستا و تکبر ته حیرانیږي
د فرعون نمرود راهبره شابس شابس
له غروره اسمان نه وینې په سترګو
ای خاکي عاجز بشره شابس شابس
و امر ته تملق و چاپلوسي کړې
زیردست کړې خون جګره شابس شابس
ترځان لوی ته تل ولاړ یې کږه غاړه
پرعاجز خوار زوروره شابس شابس
په ټېکه اخلې دعوې په محکمو کې
تل شاهد یې پر محضره شابس شابس
عزازیل ګوته په غاښ درته نیولې
امان غواړي ستا له شره شابس شابس
شاه دوستي او ملي حس در په کې نه شته
لوی کوټی بې مغزو خره شابس شابس
د قهار له قهریته نه ډارېږې
څومره ډېر یې دلاوره شابس شابس
په وینا دې نه غولېږم ننګیالیه
زر در ټول که دا دفتره شابس شابس
----------
د مظلوم پښتونستاني ږغ
ټولو دنیاوالو ته څرګنده دی نسب زما
زوی د پښتانه یم پښتونواله ده مشرب زما
ولې تجاهل کړې ښه پوهېږې په مطلب زما
لیک دغه نکته ده پر لومړي درس د مکتب زما
شو د ژوند کتاب کې دغه توري منتخب زما
ژوند د غلامۍ نه قبلوي دین و مذهب زما
ای چې د بشر د امن و صلحې ضمانت کوئ
ای چې د مشروع حق د حصول معاونت کوئ
ای چې حق پسنده ځان ګڼئ او عدالت کوئ
ای چې د تېري او تجاوز څخه نفرت کوئ
وګورئ د جیټ په طیارو غوښې ټوټې زموږ
ووینئ دا ورانې خرابې سوې کوټې زموږ
دا چې مو پراته مړي په بټي بیابانو کې دي
دا چې ملک مو ضبط او لاس وپښې په زولنو کې دي
دا چې مشران زموږ قیدیان په جېلخانو کې دي
دا چې ادیبان مو بنده خوله په زندانو کې دي
دغه وحشیت په شلم قرن کې روا بولئ ؟
یا که موږ له نسله د بشر ځنې جدا بولئ ؟
ډېر په خپلو وینو باندې لژنده ځوانان شوله
ډېرې میندې بورې او بې پلاره یتیمان شوله
ډېرې خویندې ژاړي ددوی خپل وروڼه ارمان شوله
ډېر بې سرپناه دي چې ددوی کورونه وران شوله
زموږ د دومره وینو تویوله نتیجه نه شته؟
یا که ستاسو زړو کې ترحم او عاطفه نه شته؟
دلته د پښتون د پلار نیکه ناموس ساتلی دی
دلته سکندر د فتوحاتو مخ نیولی دی
دلته د مغلو همایون ما ځغلولی دی
دلته د پرنګ پهلوانانو سر بایللی دی
څوک چې د زمرو کور لټوي سر به یې پرې شي
هم به یې په وینو د غضب مونګولې سرې شي
پاک نه دی ناپاکه یې په پوښ کې د اسلام وینو
نور مو غولولای نه شې ده په لاس کې دام وینو
ډېر په سفاکۍ په باجوړ کې قتل عام وینو
څه وکړو قانون د یونو ډېر په احترام وینو
موږ یې په بادار لا ځان دوخته پېژندلی دی
موږ د مکناټن اود بارنس نس ورڅیرلی دی
دوی په تجاوز مو موروثي مینه خونرېزه شوه
دوی په بمباریو مو هډونه رېزمرېزه شوه
نوره مو د صبر کاسه ډکه او لب رېزه شوه
زیات کتلای نه شو موقع تېره له پرهېزه شوه
تنګه شوه بلکل له حده زیاته حوصله زموږ
اوس فقط د تورې په خوله کیږي فیصله زموږ
دومره استبداد او تشدد کله زغملای شو
نه مو حوصله راپاتې شوې نه کتلای شو
نه تر حمایت لاندې د بل ژوندون منلای شو
موږ خپل سرنوشت ځانته پخپله ښه ټاکلای شو
پرېږدئ موږ خپل سرته سیل د باز او دباښې وکئ
خدای دپاره یو ځل مو د تورې تماشې وکئ
موږ د خوشال خان د ننګه ډکه شراره لرو
جور د ګورګین ته میرویسی غوندې چاره لرو
دور د دوران «دردران» او نغاره لرو
عزم او ثبات د نادرشاه ټوله ښکاره لرو
سرنه ټيټوي فخرافغان چاته په زور سره
لوی کمکي مو کړي ډېرې لوبې د سره اور سره
نه یې بنګلې نه یې عشرت نه یې شراب غواړو
نه د سر ټوپۍ نه کراچۍ نه یې پنجاب غواړو
خپل حقه حقوق له دوی څخه موږ په سم حساب غواړو
ګورو اوس و تاسو ته او سپين صفا جواب غواړو
ډېره نزدې شوې ده موقع د امتحان زموږ
ښه دی چې معلوم شي نراو ښځه په میدان زموږ
زه په استناد او عنعناتو نومیالی یمه
پښت تر پښت غیوره د لاوره توریالی یمه
تل پر غلیمانو پر خپل حق زه بریالی یمه
ننګ ته د خپل قام ولاړ په نره ننګیالی یمه
ما و هرې پېښې ته ټټر خپل هدف کړی دی
زه پښتونستان غواړمه سرمې وقف کړی دی
ګران پښتونستانه ستا په سرباندې قسم کوم
عهد په خیبر او ستا په سره ښکلي پرچم کوم
لوړه د تیرا د غرو په څوکو دم په دم کوم
دا هوډه د کونډو یتیمانو په ماتم کوم
ستا پر یوه انچ مزکه به سرو مال نه دی کمه
ته بله ډيوه زه دې پټن ځان به واری کمه
یا به د نړۍ له مخه ورک او محوه کېږمه
یا به خپل مرام خپلې ارزو ته ور رسېږمه
زما ښکلې هېواده زه په تا ډېر هوسېږمه
دا زما وعده ده چې تر تا به قربانېږمه
هو! زه ننګیالی له دې پښتو څه اوښتای نه شم
دغه مې ایمان دی له ایمانه تېرېدای نه شم
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۲۰- ۱۳۲۴ مخونه)
---------------
محمد ګل نوري
محمد ګل نوري د عبدالواحد صاحبزاده زوی، د غلام نبي صاحبزاده لمسی او د رحمت الله صاحبزاده کړوسی دی، چې درېیم لوی نیکه یې د کندهار د منارې مشهور میا نورمحمد صاحب دی او د کندهار ښار جنوب غرب ته کوچنی کارېزک ته نژدې د منارې په کلي کې ښخ دی او هغه کلی هم دده په نامه یادیږي.
محمد ګل نوري په ۱۹۰۲ع = ۱۲۸۱ل کال د کندهار د کارېزک په کلي کې زیږېدلی، لومړنی تخلص یې «لګیا» و، چې وروسته یې د خپله لوی نيکه او هم خپل ټبر (نورزي) له امله په نوري واړاوه. نوري په قد ټيټ، په رنګ توربخن او له سیما څخه یې د هنرمندۍ او استعداد پته ډېره ښه لګېده.
بشاشه څېره، ورین تندی، خوږې ټوکې او له مقید ژونده بېزاري یې ځانګړنې وې.
نوري لومړنۍ او ثانوي زده کړې له دیني عالمانو کړي او عربي او دري صرف، نحوه، فقه، اخلاق، احادیث او یو څه حساب او ادبیات یې لوستي دي.
په ۱۹۲۳ع = ۱۳۰۲ل کال د کندهار په شاله مار ښوونځي کې څلور کاله معلم و. په ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال د کندهار د پښتو انجمن غړی شو، بیا په ۱۹۳۶ع = ۱۳۱۶ل کال د کابل ادبي انجمن غړی شو، دغه وخت د کندهار او کابل ادبي انجمنونه یو په بل کې مدغم او پښتو ټولنه ترې جوړه شوه. په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال د پښتو ټولنې د تالیف او ترجمې د مدیریت کفیل او د راډيو ممثل مقرر شو، چې په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال له کفالته اصالت ته ورسېد.
کله چې د نوري مېرمنه او زامن مړه شول، دی بېرته کندهار ته ستون شو او هلته په دولتي مطبعه کې په څلورم بست کې مامور وټاکل شو. که څه هم دده استعداد ته په کتو دی باید په لوړمقام ټاکل شوی وی، خو ویل کیږي چې هغه وخت په کابل او ننګرهار کې ورسره ځينو فرهنګي کړیو مخالفت لاره او دده مخه یې ډب کوله.
محمد ګل نوري د پښتو ولسي ادب او فوکلور په برخه کې پاموړ کار کړی. دی د پښتنو په کلیو او بانډو ګرځېدلی او د خلکو له خولې یې پښتو نکلونه، متلونه، محاورې، اصطلاحات او د پښتني فوکلور نورې برخې مخامخ اورېدلي، لیکلي او خپرې کړې دي. دده «ملي هېنداره» نومې اثر د پښتو نکلونو وړومبنی بشپړ او کره اثر دی، چې تراوسه مینه وال لري او څو ځل خپور شوی دی. په دې اثر کې ده د پښتون ولس نکلونه راټول کړي او له هېرې یې ژغورلي دي. په دغو نکلونو کې د پښتنو د ژوند، فرهنګ او افکارو ډېرې برخې خوندي دي. دده «ملي هېنداره» او « لیک ښوونکي» دوه داسې اثار دي، چې هغه وخت په تعلیمي نصاب کې هم شامل وو. ملي هینداره تر هېواد بهر هم د ختیزپوهانو له خوا د استفادې وړ ګرځېدلی اثر و، چې ځينې برخې یې نورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي.
دغه راز نوري د پښتني نکلونو او فوکلور د راټولولو لپاره ان تر کوټې پورې تللی او ځينې پښتو زاړه اثار او خطي نسخې یې چې موندلي، پښتو ټولنې ته یې سپارلي دي. په دغو اثارو کې د حاجي جمعه بارکزي دېوان، د عبدالله پوپلزي دېوان، د عبدالنبي بېټني دېوان، د ملا شېرمحمد هوتک دېوان، د ملا یار محمد دېوان، د حنان دېوان، د عبدالعزیز قرقدان دېوان، د کریم داد دېوان، د ملا بازمحمد شاعر قلمي تجوید، د پښتو انشا او نور شامل وو.
نوري پښتو نظم او نثر دواړه لیکل، خو په نثر کې یې روحیه پیاوړې ښکاري او نظم یې کلاسیکیت ته تمایل لري.
محمد ګل نوري دېرش کاله دولتي ماموریت وکړ، خو ځينو کړیو ورسره د مخالفت له امله دی پرمختګ ته پرې نه ښود، اقتصادي وضعیت یې ښه نه و او تر تقاعد وروسته یې په بازار کې ماسته خرڅول. ویل کیږي چې یو وخت څو بهرني څېړونکي دده لیدو ته ورغلل او چې دی یې په بازار کې په داسې ناسم حالت ولید، حیران شول، دا وخت چې دی د کوم دوکان په مخکې د مستو تبخي ته ناست و، وايي چې بهرنیو څېړونکو له دوکاندار نه دده پوښتنه وکړه، دوکاندار په ده غږ وکړ، مدګله راشه چې خلک دې غواړي، دغه توهین په ده ډېر سخت تمام شو او دی یې ډېر وځوراوه. دا هم ویل کیږي، چې ده خپل ځينې اثار د غوسې په حالت کې وسوزول. ځينو څېړونکو ویلي چې د محمد ګل نوري ځينې اثار نورو څېړونکو په خپل نامه خپاره کړي او یایې یوه برخه د نوري اثار په خپلو څېړونکو کې راوړي، خو دده نوم یې نه دی یاد کړی.
بیا د کندهار د اطلاعاتو او کولتور د لوی مدیر غلام محی الدین ایوبي په پاملرنه په همدغه مدیریت کې د اجیر کاتب په توګه وټاکل شوه، دوه کاله وروسته یې د کندهار د دولتي چاپخونې په مدیریت کې د ارشیف څانګې په لسمه رتبه کې د اجیر کاتب په توګه کار کاوه.
محمد ګل نوري په ۱۹۷۳-۱۲-۱۱ع = ۱۳۵۲-۹-۲۰ل نېټه په وفات شوی او په کندهار کې ښخ دی.
(یادونه: پښتو ویکیپېډيا د نوري د زوکړې کال ۱۲۷۹ل کال ښوولی).
اثار
۱.ملي هینداره(درې ټوکه)، په ۱۳۲۳ل کال پښتو ټولنې خپور کړی او وروسته څو ځل په کابل، پېښور، کندهار، کوټه او جلال اباد کې چاپ شوی دی.
۲.لیک ښوونکی( دوه ټوکه) په ۱۳۱۸ل کال د پښتو ټولنې له خوا خپور شوی دی.
۳.پښتو اصطلاحات او محاورې، په ۱۳۲۳ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۴.پښتو متلونه، په ۱۳۲۷ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۵.لنډۍ، پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۶.نوراللغات، چې پښتو ټولنې په ۱۳۳۰ل کال د « پښتو قاموس» په نامه دوه ټوکه خپور کړی او د ځينو د تعصب له وجې یې پرې دده نوم نه دی لیکلی او په هسې یوه عادي یادونه یې بسنه کړې ده.
۷.ملي سندرې، په ۱۳۲۳ل کال پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۸.دینیاتونه
۹.مدني اخلاق
۱۰.رحمة اللعالمین، د محمد احمد جادالولي اثر چې له عربي یې پښتو ته ژباړلی، په ۱۳۴۱ل کال خپور شوی دی.
۱۱.ملي لوبې
۱۲.پښتو اهنګونه
۱۳.ملي دودونه
۱۴.خوږ بانډار ( درې ټوکه)، حکایتونه او ټوکې
۱۵.د خوشال خان خټک حلل اللغات
۱۶.د خوشال منتخبات
۱۷.د عبدالقادرخان خټک منتخبات
۱۸.د احمد شاه دوراني منتخبات
۱۹.پښتو یاد ( ژب زده کړه او مېتود)
۲۰.د احد غزا
۲۱.دیارلس نکلونه
۲۲.د میینو رساله، یوه برخه په کابل مجله کې خپور شوی دی.
۲۳.د نوري دېوان
۲۴.د شین خالو نارې
۲۵.سنګېچې قاموس
۲۶.واخي قاموس
۲۷.اشکاشمي قاموس
۲۸.منجي قاموس
۲۹.زوړ کندهار
۳۰.د روغتیا عمومي قوانین ( ژباړه)
۳۱.د روغتیا ژوندون ( ژباړه)
۳۲.د صحت ساتنه ( ژباړه)
۳۳.ډيالوګونه او ډرامې
د محمدګل نوري د نظم او نثر نمونې:
پښتني جذبه
پښتو غوندې مېړه یم ما له بس خپل نام و ننګ دی
پر ټول جهان نن تللی زما د سپينې تورې شرنګ دی
پلار نیکه زما تېرسوي پر ناموس دي
ګوره ددې ټولو چې کفن په وینو رنګ دی
د شنه کاڼي پښتون یم هسې کلک یم لکه کاڼی
عیال مې په دره کې زما ځای پاس پرګړنګ دی
تر شا او مخ زه ګورم د وطن کوم ساتنه
دښمن که مې ځای ولید سمدستي مې پرې لېښنګ دی
وچ کاڼی مې بالښت دی سپېره ډاګ زما نالۍ ده
خوب مې په دې شان نه پر نالۍ او پرپلنګ دی
د برم او د غیرت کوکي مې تللي په جهان کې
په دې دی خبرداره که جرمن دی که پرنګ دی
په ما که څوک غرض نه کړي په هیچا غرض نه کړم
که جنګ راسره کاندې زما هم ورسره جنګ دی
----------
که نه وای
که تر مینځ د دوو یارانو بیلتون نه وای
هیڅ میین به غمزده او غمجن نه وای
نن رښتیا به پر دنیا چا نه ویلای
د لعنت په پېټ که بار دروغجن نه وای
د بلبل د پسرلي به سره څه وو
شاعران په ده پسې که ژاولن نه وای
د خوشال د شاعرۍ قدر به نه وو
که دی وروسته د خزان اندېښمن نه وای
که د بدو تاوان نه وای په نړۍ کې
د نړۍ په ښو به څوک عزتمن نه وای
بېګانه که په نړۍ کې پيدا نه وای
خپل به هیڅ کله پرخپل قدرمن نه وای
خوار نوري به ولې ګډ و په بدلو
که لړلی په غمو د وطن نه وای
پسرلی راباندې ګران دی
دا څرګنده ده چې د انسان په ژوندون کې لومړی شی چې ضروري او اهمیت لري، د انسان صحت دی، تر صحت او روغ صورت وروسته، ازادي او بیا ښه معیشت او ثروت دی.
د سړي د بدن د صحت او روغ صورت لوازم او شرایط خو ډېر دي، منګر لومړی شرط یې ازاداه هوا او د ازادې هوا تنفس او په ازاده هوا کې اوسېده او په ازاده او پاکه هوا کې چکر او کښت او په ازاده هوا کې د ښو ښکلو مناظرو او روڼو ابشارونو او ډول ډول او رنګا رنګ ګلانو ننداره ده.
که سړی په خپل ژوند کې ددې شیانو د استفادې څخه بې برخې او محرومه وي او تل په چټله هوا، یا تل په تیاره خونو کې چې لمر نه لري اوسي، خامخا به دده صحت کامل نه وي او تل به په ډول ډول ناجوړیو اخته وي.
ازاده او معتدله هوا یوازې د انسان د پاره ګټه نه لري، بلکې ازاده او معتدله او پاکه هوا هم د انسان او هم د حیوان او هم د نبات غذا ته ضروري ګڼله کیږي. له همدې جهته، چې پسرلی د حیواناتو او انسانانو په صحت کې مرسته کوي، طبیعت د پسرلي په راتګ سره هوسیږي.
د کال په نورو فصلونو کې د ازادې هوا او د ازاد کښت او چکر او د ښه نسیم څخه سړی چندانې استفاده په معتدل ډول سره نه شي کولای. په دوبي کې هوا ډېره توده او مځکه سره، په مني کې هوا د دوړو او خاورو څخه ډکه او پیوست په کې غالب وي او په ژمي کې هوا سړه او د سړو او یخ دلاسه سړی د خونې کړکۍ نه شي خلاصولای، نو ځکه زمونږ د وطن وګړي د پسرلي په راتګ سره هوسیږي او وايي:
پسرلی راغی ژمی ووت
د زیړو ګلو بوی خو زموږ په وطن ځينه
د کال په نورو فضلو کې اکثره که انسانان وي، که حیوانان د دوبي و توندې ګرمۍ او د اهاړ په سبب یا په مني کې د سپېرو او وچو دوړو او په ژمي کې د یخ او باران او واورې او چیکړ په سبب ټوله په خونو کې قید وي.
په پسرلي کې چې نه د یخ قید شته، نه د ګرمۍ قید شته، نو ځکه په دې فصل کې انسانان او حیوانان او مرغان ازاد او په ازادۍ سره ژوندون کوي. او په ازاده هوا کې هرې خواته تلای او راتلای شي له همدې جهته د ژمي قیدي مینه د پسرلي په راتګ باغ باغ کیږي او وايي:
پسرلی راغی ګلان ډېر شو
د وربل ګل به خپل جانان لره وروړمه
په پسرلي غونډۍ ته خېژو
د اتڼ مینځ کې مو ګلان کرلي دینه
ځکه چې پسرلی د زیار کښلو او د پټیو د ابادولو او نهالو د کښېنولو فرصت هم دی. له دې جهته زمونږ ملي شاعران باغوان ته تلقین او پر باغوان باندې ناره کوي:
باغچې د ګلو شوې سمسورې
باغوان وختي لښتي پر باغ تړلي دینه
باغوانه پاڅه چې سهار دی
ګلان د تندې درته خواست د اوبو کړینه
احمدشاه بابا بیا د پسرلي په نغمو کې باغوان ته تلقین ورکوي وايي:
شو کرم د کردګار- بیا یې نوی کئ بهار
کل جهان به اراسته کا – پرې بلبل به کا چغار
بړ بړ رایشه میینه – ته وګوره لاله زار
چمن خپل ځان ارایي کا – عاشق بند دی په رخسار
پسرلی د انسانانو د صحت سره مرسته کوي. پسرلی ټوله ساکښان د دوبي د اهاړ او د ژمې د سیلیو او د یخ د تالاک څخه خلاصوي. پسرلی دی چې ګل او بلبل سره وصل کوي او د ګل په بوی سره مړ بلبل بېرته ژوندی کوي، نو ځکه زمونږ شعرا تل پسرلی ستايي او وايي:
د پسرلي وریځ وریږي -خوار بلبل به هوسیږي
هغه مړ بلبل ژوندی شو، چې د ګل بوی پر لګیږي
(احمد شاه بابا)
چهره د ګل شوه عالم افروزه
بلبل چغار کا له درده سوزه
چې په موسم دې خوبان هوس کا
تر هوا جار سم د تا نوروزه
(پيرمحمد کاکړ)
په هر ګل باندې ټټر مږي بلبلې
بیا له شوقه په هوا کاندې نوا هم
د هر ګل په مخ چې سر کېږدي بلبله
پرې غلطان غلطان راځي باد سبا هم
(خوشال خټک)
داد کوم نازنین عکس د مخ پرېوت
چې نن شوه زمکه اسمان درو دېوار ګل
د بلبلو د کاروان له شرو شوره
د شبنم جرس له خوابه کړ بیدار ګل
(شمس الدین کاکړ)
یا چهچه د عندلیب په ښاخ د ګلو
یا جلوه دوران اب په سبزه زار
یا خوبي په هر طرف د خورمۍ
سرسبزي د باغ و راغ هم د کهسار
(کاظم خان شیدا)
وخت د نوبهار دی ساقي فیض باریدن که
راکړه جام د میو ساقي غم په کمېدن که
وخت د نوبهار دی مخ د مځکې لاله زار شو
مست یې ګل په بوی کړ بلبل ځکه نالیدن که
(عبدالنبي قندهاری)
بهار راغی ملک شو واړه سبزه رنګ
په هر ځای د بلبلانو شو اهنګ
یاقوتي ګلان دښتونه صحرا واړه
اسمان کړ د مرغلرو باندې شرنګ
د ځوانانو ورځې بیا راغلې د لوبو
غر او دښت واړه په لوبو کړي څو رنګ
(عبدالله پوپلزی)
(اوسني لیکوال، ۳ټ،۱۳۲۵- ۱۳۲۹ مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د راټولوونکي یادښتونه)