د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۱۲)
ویشنه:پښتو ادبیات
لیکوال:-
راټولوونکی : دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو معاصره دوره
(ویښتیا پړاو)
۱۲مه برخه
محمد نسیم نوري
محمد نسیم نوري د عبدالواحد صاحبزاده زوی، په خټه نورزی د کندهار په کوچني کارېزک کې په ۱۹۱۳ع = ۱۲۹۲ل کال زیږېدلی، دی د محمد ګل نوري کشر ورور و.
زده کړې یې په دودیزه توګه په کندهار کې کړي او بیا د کندهار د پښتو انجمن مامور و. له هغه ځایه طلوع افغان ورځپاڼې ته لاړ او تر ډېره وخته د طلوع افغان ورځپاڼې محرر و.
په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال په کندهار کې د اژانس مامور و، بیا څه وخت د حاجي نظرجان مېرزا و، په همدې خاطر په «مېرزا نسیم نوري» مشهور و.
په پښتو نظم او نثر دواړو یې لیکل کول. په نثر کې یې ادبي ټوټې هم لیکلي، چې په طلوع افغان او پښتو مجله کې خپرې شوې دي. نوري د پښتو لیکدود ښه خطاط هم و.
دی د منځني قد خاوند، له رنګه سپين، خندرویه او د پښتني احساساتو څښتن و. په شعر کې یې د خپل وخت نوي مضامین او مطالب لیدل کېدل.
د روسي یرغل په وخت دی کوټې بېځایه شو او همهلته په ۱۹۹۴ع = ۱۳۷۳ل کال په سرانانو سیمه کې په بېوزلۍ او پردېسۍ کې وفات شو.
اثار
۱.د کندهار مزارت
۲.پښتو ادبي نکلونه
۳.بسمل مصلفه
(دا اثار یې پښتو ټولنې ته د خپراوي لپاره لېږلي وو، خو بیا ورک شول)
۴.د کندهار محلي لوبې
( دا اثار نه دي چاپ شوي).
۵.رجوم الشیاطین، صوفیانه کلامونه، د حاجي محمدین بارک له خوا خپور شوی دی.
د نظم نمونه:
نوی پسرلی
بلبلانو بیا نارې کړې – چې معشوق یې په خندا سو
ازاده ورباندې ګرځي – چې یې خپل محبوب پیدا سو
د هجران په اور و سوی – ملاقې د خپل اشنا سو
د عشاقو انجمن دی – خو بلبل په کې رسوا شو
د هر چا سره لمبه ده – هسې نه چې یو ترې خلاص دی
پر هر ځای سازو صحبت دی – پټن شمع ته رقاص دی
زرغونې جامې اغوستي – الماسي امېل تر غاړه
بخملي زمکه ګلرنګه – عاشقان په سیل ولاړه
په ښایسته وو لوړو غرو کې – په کړکۍ زرکه ولاړه
په بلند اواز کړې نارې – ککړتیا له ځانه نغاړه
د وطن په شاوخوا کې – بلبلان نغمه سرا دي
دا د مینې مینې ساز دی – دلته نوی رنګ پیدا دی
منظره د خوشالۍ ده – چې موسم راغی د ګلو
د مرغانو اوازونه – هم غوغا ده د بلبلو
د سهار پرګل کړیږي – نې مړیږي په کتلو
مسافره ګله راغلې – لمن نیسه په مونګلو
یاره زور محبت غواړي – د هر ګله سره خار دی
د عاشقو زړه به تراشې – نیم بسمل یې خوارو زار دی
بلبل تا وته طعنې کا – وزر څيرې د بورا سو
پتڼ ګډ په سره انګار سي – چې په مینه کې رسوا سو
دا سبق د محبت دی – دا هر چا لره ا ستاسو
دا عجبه نوبهار دی – وطن هر رنګه زېبا سو
وايي حب له ما څخه زده که – دا هم دي هغه ګلونه
هغه لمر هغه سپوږمۍ ده – هغه مزکه اسمانونه
دا اوس څنګه عجب کار دی – نونهال په ګلو بار سو
ابیاري د هنر منو- ځکه ژر داسې تیار سو
دلته هلته هورې هیسته – هر بلبل بیا په چغار سو
ځکه ویښ له درانه خوبه – د باغ هر سړی بیدار سو
کې کتله صبحدم دی – لمر دی څرک تازه وهلی
ژر راپاڅېد په تلوار سو – په خپل زیان سو پوهېدلی
در ګوهر شو له ځلیږي – داد لویو غرو شنه کاڼي
و لمر څرک و ته نن ناست دي – سپینې غاړې یې د زاڼې
زمرود مو د وطن شول – د چینار د ونې پاڼې
سره ناست په شنه چمن کې – جره بازان او هم څاړي
دا رحمت د ذوالجلال دی – د جنت یوه نمونه ده
ظلم نه سته پرچا باندې – ورکه شوې دربېله ده
که دې خیال دی نن بهار دی – د خپل بڼ په غم کې اوسه
د الفت نښې ښکاره که - و هر ګل و ته یې یوسه
ښه موسم نسیم چلیږي – د هر ګل سره په بوسه
پسرلی پسرلی دی – د عبرت سبق ترې یوسه
تمام عمر ښه بهار دی – چې دې خپل وطن ودان سي
هره ورځ یې پسرلی دی – چې هر فرد یې قدردان سي
+++
زما اوښکو !
اوښکو! څه له یاست راغلي
چې د سترګو په کاسو کې
روڼې روڼې مرغلرې
یاست ولاړې په کونجو کې
که مې ټوله ګرېوان لوند کئ
یا باران غوندې ورېږئ
یا پرمخ مې واله جوړه
مسلسلې چې بهېږئ
نه به څوک راله پیدا شي
چې پرڅه یې ژړېدلی
نه به وکي څوک پوښتنه
چې یې کوم ناترس وهلی
بېوزلي مې شوه په برخه
که سئ وینې څه حاجت دی
یا پر پر تر سترګو څاڅئ
یم غریب لامې ذلت دی
یا سئ وچې لکه پرښه
یا پر اور د شوق راتوی سئ
یا نسیم له صبر ورکئ
یا جاري لکه لوی جوی سئ
+++
غزل
و هر چا ته تر خوله باسم دا آواز
ژر په ګور دي سي هغه چي وي چمباز
د نفرت وړ دئ هغه چي چمبازي کا
او په خوله وي بیا له تا سره دمساز
منفعت د ځان یې وي په نظر کښي
مګر ستا سره خبري کړي په ناز
په جار جار او په قربان به خپل کار وکه
په باطن کښي منافق به وي غماز
مسلمـان ته به لنګته د چم ګښیږدي
خوار به غوزار کي نو ځان بولي سر فراز
شپه او ورځ یې ذکر فکر وي په چم کي
مسلمـان ته وي په پټه تیر انداز
د غرېب آل و عیال کړي در بدره
دا کړي ځکه ثـروت کړ دی بې نیاز
دا اسلام کښي خیانت و چلبازي ده
اختـــه مــــه شـــه مسلمـــــان په دغه راز
چمبــــازي و محیلـي و مګـاري خپــــــــل
زیاتي پرېږده نور یې مکړه پسي دراز
د «محمد نسیم» هر چا تـه نصیحت دئ
په رشتیـا د هر مسلم سـه دلنواز
++++
کاشـــــــــــکي زما قلم پهلاس صراحي ډکه
وای ګوښه د يــــــــار صفت مې په ليکلای
محبت کي خـــــــــــــــماري په ميخانه کې
غوړپ د ميو صراحــــــــــــي مې خندولای
يمه رنـــــــــــــــد د خرابات مصلحت وينم
سر تور سر د يـــــــار په پښو کي رغړېدلای
له وحشته بې طاقت سليـــــــــماني حبس
د قــــــــــــــلم په څېر پر سر زه ګرځېدلای
اور به نه لري ســــــــوزش نه به ترې ډار سم
محبت کي د جانـــــــــــــان چي ورلوېدلای
د نسيـــــــــــم په مرګ و ژوند څه اړه نهسته
يو مقصد دی چې مې خپل محبوب ليدلای
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۳۰- ۱۳۳۲ مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
محمد انور نومیالی
محمد انور نومیالی د ملا محمد نعیم اخوند زوی، د غلام محی الدین لمسی، په خټه الیزی په ۱۹۲۸ع کال د فبرورۍ په ۱۹مه = ۱۳۰۶ل کال د دلوې په ۲۹مه نېټه د کندهار د معروف ولسوالۍ په الیزو کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه او سویلي پښتونخوا کې په دودیز ډول دیني کړي او د عربي ژبې او ادب معمول کتابونه یې لوستي دي، رسمي زده کړې ترې د کورنۍ او چاپيریال د دودونو له امله پاتې شوي او فکر یې په خپله ځانګړې مطالعه او مشاهده پوخ شوی دی.
نومیالي له زده کړو وروسته د کندهار په بېلابېلو ښوونځيو او لېسو کې د ادب او منطق د استادۍ دنده ترسره کړې ده. کابل ته په تلو په ګمرک کې مقرر شو، دا وخت یې د پښتو څېړنو له نړۍ وال مرکز سره اړیکې لرلې.
د ۱۹۷۸ع اپرېل = ۱۳۵۷ل ثور تر کودتا وروسته د بیهقي کتاب خپرونې موسسې رییس وټاکل شو. بیا د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی شو. د دندې په دوران کې د ختیځ پېژندنې د انیستیتیوت غړی او بیا مشر شو، د څوارلسمې لمریزې پېړۍ د شپږمې لسیزې په دویمه نیمايي کې یې د منځنۍ اسیا اوزبکستان او تاجکستان ته هم علمي سفرونه کړي دي. دا وخت د کابل رژیم د پېښور ساخت جهادي تنظیمونو په لاس سقوط شو او دی هلته پاتې شو، خو هلته حالات ښه نه وو، دی د روسیې پېترزبورګ او بیا د مسکو مساپر شو. هلته یې څو ځله خواره واره افغان فرهنګیان راټول کړي او د افغان فرهنګي ټولنو بنسټ یې ايښی دی. نومیالی په ۲۰۰۰م ع کال ډنمارک ته کډوال شو.
محمد انور نوميالي د انساني ژوندانه په اړه خپل ځانگړى فلسفي ــ اخلاقي ليد لورى او دريځ درلود، په رښتينولۍ او سپېڅلتيا میین و، د فكري استغنا څښتن و. د انسان لپاره د انساني فكر او په انسانستان كې د اوسېدو ټينگ پلوى و. هوډمن و، خوځنده و، استراحت طلب نه و، ان په دغسې عمر كې چې ډېری نور خلک د راحت غوښتونکي شي، ده په نورو څېړنو او د خپلو پخوانيو، د زلميتوب د نيمگړو او نابشپړو څېړنو په بشپړېدو پسې مټې رانغښتې وې. ده د خپل ژوند په اوږدو كې د هېواد د يو شمېر ډېرو وياړمنو فرهنگيانو د استادۍ وياړ درلود. خپل ډېری اثار يې د ټايپي ـ طباعتي غلطيو له ريسكه ساتلي او خپله يې په لاس په ښكلي ليك كښلي دي، چې د پوره حوصلې او ښه ذوق څرگندونه يې كوي.
له افغان مطبوعاتو سره، په ځانگړي توگه د كندهار له طلوع افغان سره يې له هماغه ځوانۍ راهيسې ښه پاللـه. د علومو اكاډيمۍ په چوكاټ كې پر څېړنيزو پروژو سربېره يې پښتو ژبه په نورو ډېرو ښو او ارزښتمنو اثارو وپسوللــه. په پښتو ژبه كې د تخونو يا د روسي ادب د «چستوشكو» ژانر د رامنځته کولو پلوی وو. د هېواد په دننه او بهر كې يې د مطبوعاتو له لارې د چاپ شوو ليكنو او څېړنو شمېر ښايي سلگونو ته ورسيږي. د ژوند په وروستيو كې يې ليكنې پخپله په كمپيوټر کمپوزولې او بېلابېلو وېب سايټونو ته به يې د خپراوي لپاره استولې. د محمد انور نوميالي سياسي لوری د کيڼ پالو له لوري سره يو وو.
نومیالی په پښتو او پاړسي سربېره په روسي، عربي، انګلیسي، اوردو او ډنمارکي ژبو پوهېده.
د افغانستان علومو اکاډمۍ دده د غوره فکر او ادبي خدمتونو له امله د کاندید اکاډمېسنۍ لوړه علمي رتبه هم ورکړې وه.
کاندید اکاډميسین محمد انور نومیالی د ۲۰۰۶ع کال د اکتوبر میاشتې په ۴مه = ۱۳۸۵ل کال د تلې ۱۲مه د ۷۹ کالو په عمر په ډنمارک کې د زړه درېدو له امله له نړۍ سترګې پټې کړي او جنازه یې له ډنمارک څخه اسلام اباد، بیا کابل او بیا کندهار ته وړل شوې او د ۲۰۰۶ع کال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د کندهار پوهنتون په چاپيریال کې خاورو ته سپارل شوی دی.
اثار
۱.انسان او تکامل، ژباړه د کابل چاپ
۲.هند د لومړي کمیونېزم څخه تر مرییتوب پورې، ژباړه
۳.د پښتو ادبیاتو د تاریخ یوه تیوریکه طرحه، ګستتنر، کابل
۴.د وېش سېسټم، څېړنه، ګستتنر، کابل
۵.د افغانستان توکمونه، ژباړه او تعلیقات، کابل
۶.د مېتودولوژۍ تاریخ، ژباړه، سریزه، لمنلیکونه او تعلیقات، کابل
۷.د پښتو د ټولنیز تاریخ مبادي، څېړنه، د مسکو چاپ
۸.د کوډو سرنوشت د علمي پلټنې په رڼا کې، څېړنه، د مسکو چاپ
۹.الپې لیلا یا زر او یوه شپه، لومړی ټوک، د ختیځ د نامتو ولسي کیسو ژباړه.
۱۰.الپې لیلا یا زراو یوه شپه، دویم ټوک، ژباړه، د مسکو چاپ
۱۱.الپې لیلا یا زر او یوه شپه، درېیم ټوک، ژباړه
۱۲.بانډار، په پښتو ژبه د نوي نظمي ژانر په چوکاټ کې نظمونه
۱۳.بانډار، دویم ټوک
۱۴.هزارو یک قتقتک
۱۵.هغه پلا او دا پلا، سفرنامه
۱۶.زما د پوهنې حدود د حقیقت په مخ کې( د ژوندانه په باب دده د فلسفي نظریو ټولګه)
۱۷.د افغانستان د ایتنوګرافۍ په باب یوه پلټنه
۱۸.په مختلفو موضوع ګانو ناچاپ مقالې
د نثر نمونه:
انسانستان
ممکنه ده چې انګلستان به مو ډېر اورېدلی وي، هندوستان دغسې، عربستان هم دغسې او یو بل « ستان» هم دغسې، خو نن مې خوښه ده چې تاسې له «انسانستان» څخه هم خبر سئ او د یوې مختصرې جغرافیې په ساحه کې د هغه حدود ووینئ.
د انسانستان جغرافیه البته داسې نه ده چې د ملتو، نژادو، اوبو، غرو، خطوطو او ملکیتونو په توسط تشکیلیږي، بلکې دغه جغرافیه هغه فاصلې تشکیلوي چې انسان او د طبیعت عالم یې سره جلا کړي دي.
انسانستان په ټولو اصولو کې له دا نورو «ستانو» سره فرق لري، مثلا انګلستان هغه دی چې یوازې د انګلیسانو منافع په کې ساتلې وي او بل چاته که یې ضرر ورسېدئ خورا وا، کنه ګټه خو یې په هیڅ ډول نه وررسیږي، مګر انسانستان هغه دی چې په ده کې د ټوله انسان او د ګرده بشر منافع خوندي کیږي.
په دا نورو ستانو کې خو ژوند د یوې دعوې نوم دی، له بله سره او د یوه جنجال نوم دی له ځانه سره؛ خو په انسانستان کې نه څوک پر چا د تعرض فکر لري او نه څوک د چا په مقابل کې ځان حمایه کوي. هلته په هر ځای کې وهیچاته هیڅوک خارجي نه ایسي، بلکې هر ځای د سړي خپل کور دی.
که د چا سره د انسانستان اراده وي، نو په دې خبره پوهېده هم ورته په کار دي چې ځينې عادات چې په دا نورو ستانو کې د خلکو شخصیت تشکیلوي، هلته ډېر قیمت نه لري او نه د چا په درد خوري، بلکې که له چا څخه صادر سي، نو ښايي چې د انسانستان په شفاخانو کې تر معالجې لاندې سي، ځکه که د چا خیال وي، چې هلته دې یو انسان پر بل یوه بابايي وکړي او اغايي دې پر وږغوي، خو داسې کار هلته کورټ ممکن نه دی او که یو انسان د بل په مقابل کې ځان اصیل ګڼي او هغه بل بدل ورته ایسي، نو داسې بدل خلک هم هلته ژوند نه سي کولای او که نه دی موجود او که څوک د بل په اذیت کې قدرت ږغوي، خو داسې همه غرضه خلک هم یو انسان غواړي چې د بل د لاس په حاصلو کې ځان چاغ کړي نو داسې تجارت هم هلته په انسانستان کې کور نه لري او که څوک غواړي چې یو پر بل باندې سر لوړ ونیسي، داسې ناقابل سرونه هم هلته نه پیدا کیږي او که څوک میل ولري چې بل ته ځان ټيټ کړي خو داسې ټيټ کسان هم هلته څوک نه پېژني، لنډې دا چې د دا نورو ستانو هغه ، چېرې چې ژوند یې تریخ کړی دی، هلته پر یوه مخ درک نه لري.
د انسانستان ټوله بشري ادراکات او انساني ملکات داسې کار نه ورکوي لکه دا نورو ستانو هغه کې چې اموخت ورسره نیول سوی دی، بلکې هلته د فکر طرز، د سلیقې جریان، د عمل سلوک او د غرایزو میل په داسې ترتیب چلیږي چې په دا نورو ستانو کې تصنیف سوي روحیات د هغو معرفي نه سي کولای او نه د انسانستان انسان دې موجوده روحیاتو تر اوسه پورې لیدلي وي.
هغه انسان بیخي ددې انسان تصور نه سي کولای، ځکه تعدی حرص، غضب، تجاوز، استعماریت، خود خواهي قتل و غارت، تعصب او نور ددې انسان لازم صفات کورټ نه پېژني او نه ورسره اشنا دی.
لنډې دا چې د انسانستان اوسېدونکي بېل روحیات لري او بېل استدلال. که چا هغه انسانیت ولیدئ، نو ښايي چې موجوده سړیتوب ورحیوانیت وایسي، ځکه هلته ژوند یو محترم مضمون دی او د ژوند د جمال دپاره بشري جریان شروع دی، چې ژوند د ژوند دپاره په خپله طبیعي ساحه کې وپالل سي.
په انسانستان کې هیڅ داسې چارې نه سته، چې په ژوند کې بې ګټې وي او نه داسې مضامین په کې موجود دي، چې هغه نه وي موجود، بلکې د ژوند عملي نظام یې د ګردو پر نفعه ولاړ دی او علم یې له طبیعي حقیقي احساسه څخه ترکیب سوی دی.
هر هغه شیان چې یو انسان له بله څخه جلا ساتي او یا یې په جنګ ورسره اچوي، داسې عوامل د انسانستان د ښمنان دي او هر هغه ایجابات چې یو انسان پر بل ګرانوي او ورنېژدې کوي یې، هغه د انسانستان دوستان دي.
انسانستان په خپل ځان کې د انسانیت د ارتقا او د انساني ذهنیت د تکامل هغه مرحله بلله کیږي چې د ژوند تکفل کوي، د ژوند په معنی ! نو ژوندی دې وي انسانستان.
(پښتو ویکيپېډيا/ اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۳۳- ۱۳۳۶ مخونه/ د لیکوال یادښتونه)
--------------
عبدالخالق واسعي
مولانا عبدالخالق واسعي په خټه کاکړ- موسی خېل، د مولوي عبدالواسع زوی، د مولوي عبدالروف لمسی او دعبدالرحیم اخونزاده کړوسی د ۱۹۰۱ع کال د ډسمبر په ۳۱مه = ۱۲۸۰ل کال د جدي لسمه د کندهار ښار په بامیزو کوڅه کې زیږېدلی او د حبیب الله اخونزاده مشهور په حبو اخونزاده په نامتو علمي کورنۍ کې لوی شوی او روزل شوی دی.
ده د هغه وخت متداوله علوم له خپل پلار څخه لوستي او بیا یې د ماموریت دوره پیل شوې ده.
په ۱۹۲۱ع = ۱۳۰۰ل کال په کابل کې د قضاتو د مکتب معلم شو، بیا په «مرکه د پښتو» کې په غړیتوب وټاکل شو. بیا دوه کاله وروسته د کندهار د ګنج مکتب ښوونکی او په ۱۹۲۷ع =۱۳۰۶ل کال هلته د منځني ښوونځي ښوونکی و.
په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال په کندهار کې « پښتو انجمن» تاسیس شو، یو غړی یې دی هم و. په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال د انیس هفته وار اخبار د تحریر غړی و. په ۱۹۴۱ع = ۱۳۲۰ل کال د راډيو افغانستان د پښتو تراجمو امر او وروسته د مطبوعاتو د مستقل ریاست د اژانس په مدیریت پورې اړوند د پښتو دارالترجمې د مدیر په حیث مقرر و. په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال د پښتو ټولنې د غړي په نامه کندهار ته لاړ او په عین حال کې د کندهار د مطبوعاتو مرستیال او کله یې د مدیر په غیاب کې د کفیل په توګه وظیفه اجرا کوله. په همدغو ورځو کې د احمدشاه بابا په لېسه کې د دولسم ټولګي د منطق ښوونکی هم و.
په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال په جدي میاشت کې د پښتونستان د تحریک په سلسله کې د «ورور ږغ» د مجلې مسوول چلوونکی او مدیر هم و. په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل په کابل کې د پښتو ټولنې غړیتوب ته بېرته وروګرځېد او د لغاتو مدیر وټاکل شو. دلته تر دوه کاله دندې وروسته د مشرانو جرګې انتصابي سناتور وټاکل شو.
له دندو کولو وروسته دی، بېرته کندهار ته ستون شو او هلته یې د قرانکریم د حفظ تدریس او د جومات امامت کاوه.
عبدالخالق واسعي په عربي ژبه او ادب کې لوړه پوهه درلوده او له دغې ژبې یې څو اثار ژباړلي، له ژباړو پرته دی خپل تالیفات هم لري، چې ځينو له نورو لیکوالو سره په ګډو اثارو کې خپاره شوي، دی شاعر هم و.
مولانا عبدالخالق واسعي د ۱۹۸۲ع کال د مارچ په ۲۰مه = ۱۳۶۰ل کال د حوت په ۲۹مه د کابل په ابن سینا روغتون کې وفات او په سبا د نوروز په ورځ د کابل په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
اثار
۱.د متعدي مصادرو مجموعه، د پښتو مرکې په وخت ده لیکلی و، چې د پښتو مصدرونه په کې راټول شوي وو، خو دا اثر د پښتو مرکې له نورو اثارو سره یوځای ورک دی.
۲.پښتو خود اموز، د متلونه برخه ده، چې دده او د نورو لیکوالو ګډ تالیف دی، په کندهار کې چاپ شوی دی.
۳.پښتني دودونه، دا کتاب دده او د نورو لیکوالو ګډ تالیف دی، چې د کندهار برخه په کې ده لیکلې ده.
۴.بشپړه ویناوې، د نامتو مصري رهبر سعد زغلول د جوامع الکلم ژباړه ده.
۵.روح الاجتماع، د فرانسوي فیلسوف ګوستاولوبون د اثر پښتو ژباړه ده، چې ده له عربي ژباړلی دی.
۶.نړۍ په دوه زرم کال، د «العالم في عام ۲۰۰۰» پښتو ژباړه ده چې پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۷.شخصیت څنګه وده کوي، د «کیف تتکامل الشخصیة» پښتو ژباړه ده، چې پښتو ټولنې خپور کړی دی.
۸.روح التربیه، د مصري لیکوال له عربي تالیف نه پښتو ژباړه.
۹.روح الاعتدال، لومړی فرانسوي، بیا انګلیسي او وروسته عربي ته ژباړل شوی، چې ده له عربي ژباړې پښتو کړی دی.
۱۰.علم النفس او د هغه اغېزې په ښوونه او روزنه کې، د مصري عالم علي فکري تالیف دی چې له عربي یې پښتو کړی دی.
۱۱.الصحافه، د مصري لیکوال محمود سمهاني تالیف دی، چې ده له عربي پښتو کړی دی.
۱۲.د حصون حمیدیه، د تورکي عالم عربي تالیف دی، چې اسلامي معتقدات یې څېړلي او ده پښتو ته ژباړلی دی.
د نظم او نثر نمونې:
تیاره او ښکلا
تل یې وګوره چې تیاره او ښکلا
دوه عنوانونه د غروب پر کتاب
ځير ورته ګوره چې ښکلا هر ماښام
له تا بېلیږي د تیارو په حجاب
ټوله نړۍ باندې ارام شي حاکم
چې لمر پښه کیږدي د غروب پر رکاب
څو چې سهار شي تیارې مخ ونیسي
بېرته عالم د ژوندون اور کړي کباب
لمر د افق پر ژۍ جلي ولیکل
چې عالم ړوند دی هم مغرور هم خطا
ایا د ژوند فنا زوال نه ویني؟
لکه تیارو چې زما رڼا کړه تالا
کشکې لمر خپل تاریخ لیکلی همېش
چې څه پېړۍ دی رژېدلی پخوا؟
د لمر نظام ته یو حیرت اخيستی
ختو لوېدو یې سودايي کړه دنیا
++++
شخصیت
نن روځ خو د شخصیت هر څوک هر ډول تفسیر کوي. څوک وايي شخصیت عبارت له چوکۍ او رسمیت څخه دی، څوک مال، دولت، اقتصاد، اقتدار او ثروت څخه دهغه دوولس اشتقاقات په جدولي صورت ورسره راوړه شوې وو. دا کتاب شخصیت بولي، څوک متانت اووقار، درنه ناسته ولاړه یا په اصطلاح سنګیني او په ټول دروندوالي د شخصیت نښه بولي. ځينې بیا پر بله تللي دي چې د ټولو څه جلا عقیده ښکاره کوي، وايي د شخصیت څښتن هغه څوک دی چې د کورنۍ سړی وي، پلارو نیکه، نوم و نښان او هدیره یې معلومه وي. اصل و نسب ولري، یعنې دا ډله د پښتو خبره ده( اصل خورین ) خوښوي، چې موجوده عصر په نژادي تفوق تعبیر ځنې کوي او د اوسني استعماري سیاست د ملغو څخه یوه بشریت وژونکې ملعنه ده. علم او فضلیت درلودل په عصري علومو او فنونو ګوتې وهل د روځنیو قضایاوو او سیاسي پرابلمونو او جریاناتو سره تماس کول، د جهاني او عالمي مسایلو په شاوخوا کې ږغېدل او د رایې اظهار د نړۍ د روغې او صلحې و سلامه سره علاقه او مینه څرګندول هر یو د موډرن او عصري شخصیت د تشکیل ارکان بلل کیږي.
ممکنه ده چې د شخصیت په باب کې غیر له دې نور تفاسیر هم موجود وي، چې په هغو کې زموږ د هېواد د نوي نسل تر هرڅه دمخه ظاهري مظهر یعنې بڼې او ښکلا، زلمیتوب او ښایست ته ډېر اهمیت ورکوي او د عصري پوزېشن مراعات تر هرڅه وړاندې او د شخصیت مهم شرط بلل کیږي.
خو زما په عقیده دا ټوله یا بعضې که په چا کې وي، خو ښه تر ښه، مګر که دایو شی چې زه به اوس یاد کړم، په چا کې نه وي، که نور په زرګونو اوصاف او د ستاینې وړ خواوې ولري، بیا یې هم شخصیت بشپړ نه بلل کیږي او سړیتوب یې نیمګړی معلومیږي. هغه شی دادی چې: سړی باید په ژوند کې هدف او مرام ولري اویو ایډيالېست انسان وي. د مرام درلودلو یا ایډيالېستۍ څخه زما مقصد د شخصیت هغه مرتبه ده چې په هغې کې سړي ته دومره قوت ورحاصل شي، چې بیا فرد یا جامعه دې نه شي غولولای او نه یې د خپل صحیح فکر او عقیدې څخه بې له یوه معقول برهان او حقیقي منطقه څخه اړولای شي.
داسې شخصیتونه د اجتماعي پوهانو د نظریې مخې ته ولاړ وي، چې دوی وايي ( فرد په جامعه کې منحل او مستهلک دی) یعنې یوازې دانه چې په ټولنه کې د دوی انحلال او استهلاک غیر ممکن وي، بلکې خپل فردیت یې خوندی کړی او دې ته یې هڅوي چې ټولنه په ځان پسې روانه کړي او پرهره چې یې دی بیایي پر هغه دې ولاړه شي.
دوی هغه مسایل چې جامعه او ټولنه یې د ځان دپاره د مرګ او ژوند مسله بولي په سړه سینه مطالعه کوي او وروسته تر بشپړ حلاجي خپل مثبت یا منفي قضاوت پر صادروي. د یوه سپېدلي انسان غوندې د هرې قافلې ملګري نه کوي او نه د شوقي وراباڼې په څېر د هرې ورا مل وي. داسې انسانان یوازې د خپل ضمیر ږغ ته متوجه وي او صرف همهغه اروي، د هر چا پر سورنا غوږ نه نیسي. او په هره چپه او راسته اتڼ نه ورګډیږي.
ددې ټولو پای دې خبرې ته راځي، چې سړی باید فکري استقلال ولري او د مستقل فکر او نظر څښتن وي، نو دلته به څوک دا اعتراض وکړي چې که دا هرڅوک د مستقل فکر څښتن وي، نو به پر یوه موضوع اتفاق څنګه سره راځي او یو حزب یا احزاب به چې اساس یې د فکر وحدت او بنسټ یې د مرام یووالی دی، په څه توګه جوړیږي؟ جواب دادی چې په احزابو کې چې وحدت موجود دی او ټوله د یوه سړي په فکر پسې روان دي، معنی یې داده چې حزبي فکر د حزب هر سړی او د هغه جمعیت هره عضوه د ځان فکر بولي او د هر ملګري دا خیال وي چې نور ملګري دده د فکر او عقیدې متابعت کوي، نو په دې اساس ګواکې د حزب هر غړی د ځانته فکر او مستقل نظر څښتن دی او په خپل شخصي فکر پسې روان دی، چې په حزبي صورت مشترک فکر ځنې جوړ شوی او په انفرادي حیثیت د هر عضوه او غړي مستقل فکر دی، نو اوس د اعتراض جواب وسو او په دې کې کومه اشتباه پاته نشوله، چې د شخصیت څښتن په عین حزبي حالت کې هم د ځانته عقیدې او مستقل فکر څښتن بلل کیږي.
(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۳۳۷-۱۳۴۰ مخونه/ پښتو ویکيپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
فضل محمد وکیل
فضل محمد وکیل د محمد علم زوی په خټه اندړ ۱۹۰۹ع = ۱۲۸۸ل کال په کندهار کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي توګه کړي او بیا هندوستان ته لاړ، هلته یې د انجینرۍ کورس لوستی او بېرته کندهار ته ستون شوی، په کندهار کې څه موده د ترافیکو مدیر و.
ده له دندې سره شاعري هم کوله، چې زیاته برخه یې اصلاحي، انتقادي او اجتماعي منظومې وې، چې د کندهار په طلوع افغان ورځپاڼه کې خپرې شوې دي.
ده له شاعرۍ پرته کتابونه هم لیکلي چې خپاره شوي دي. دی په اوردو ژبه ښه پوهېده او په انګریزي ژبه یې هم ژبه چلېده. ده به ویل: « په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د موټر په ذریعه د ژرندې چلول ما بابا کړه».
وکیل په یوناني طب هم پوهېده او رسمي سند یې درلود. دی یو ښه ملګری او مخلص شخصیت و.
فضل محمد وکیل بلاخره د ۱۹۶۷ع کال د جون په ۸مه = ۱۳۴۶د جوزا ۱۸مه نېټه په کابل کې وفات او همدلته دفن شو.
اثار
۱.د موټر لارښوونکی، په ۱۳۲۷ل کال د کندهار په طلوع افغان مطبعه کې چاپ شوی دی.
۲.پښتو ګرامر، په ۱۳۳۰ل کال د کندهار په طلوع افغان مطبعه کې چاپ شوی دی.
د نظم نمونې:
د حق په سترګه
خورا بې همتي ده چې زمری ښکار د چغال خوري
څه فکر لېوه بویه ته خو من شاړو مثقال خورې
په ظلم یې واخلې له مظلومه ښه به نه وي
بازخواست به له تا وشي که یې اوس له تا عیال خوري
حیرت یم درته وړی چې دا څه لوبې کوې ته ؟
په وټ کې دانې غواړې مږې وګوره جوال خوري
د نفس په مقتضا چې همېشه تللي جاهلان دي
د حق په سترګه ګوري پوهان کله د بل مال خوري
چې ژوند یې اوږد بللی دی حارص سوچ لېونی دی
فرمان د شېبې نه لري ناپوهه غم د کال خوري
وصیت د نفس په باب کوي وکیل که یې ته اورې
بوده باغ ته پرې مه ږده عقل نه لري نهال خوري
+++
څوک خرڅوم
په لوړ رتبه په ډېر دولت کله زلمیان خرڅوم
ځوان کهنه فروش یمه فی الحال زاړه شیان خرڅوم
نن یا سبا ته د خرو ګنج کې خاینان خرڅوم
چې په مظلوم یې زړه سوی نه وي نه لري شفقت
هنوز په قهر ورته ګوري باندې وکي هیبت
غلط منطق، مستبد وايي بولي بل ملامت
داسې ناترسه او بې رحمه ظالمان خرڅوم
چې خپل شرف کي تر پښو لاندې د غران دپاره
هغه بې شرمه بې وجدانه حاکمان خرڅوم
نې کارخانې کړې راواردې چې مو راسي په ښه
او نه صنعت نه زراعت ته ورکړه دوی تقویه
سود، سلا، پور یې ګرځولی دی و ځان ته پېشه
دا بې رونقه بې انصافه تجاران خرڅوم
چې د قصاب او د نانوای سره کوي شراکت
ملت پرې کړی اعتماد، خو دوی کوي خیانت
هیڅ فیصله د تصویب نه کوي چې نه وي رشوت
داسې نادانه بې مسلکه ماموران خرڅوم
چې خپل د ځانه بېګانه کړي تنهايي کړي اختیار
ایا په وخت کې د تنګسې به یې څوک ورسي په کار
کله خود بینه تن پروره خلک بولي هوښیار
داسې نا فهمه و خود خواهه بې عقلان خرڅوم
ناصحه ما ورته مه ښيه د نفاق مسلې
زړه مې کباب کړې ته وماته راکوې تسلې
فضل محمد وکیل دې کړي دغه رنګ فیصلې
په لوړ رتبه په ډېر دولت کله زلمیان خرڅوم
(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۴۱-۱۳۴۲مخونه)
---------------
محمد یوسف ویران
محمدیوسف ویران د مېرزا عبدالغفار زوی د کندهار په درېیمه ناحیه کې په ۱۹۲۶ل کال = ۱۳۰۵ل کال زیږېدلی دی.
دده د زده کړو او کار په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو استاد بېنوا یې په شخصیت لاندې تبصره لیکلې ده:
« ...که څه هم ده د خپلو باطني تاثراتو د څرګندولو دپاره د «ویران» تخلص ځان ته ټاکلی دی، لیکن دده په بڼه کې د پرېشانۍ علامې ډېرې کمې لیدل کېدای شي. د موسیقۍ زیات شوقي دی او کله کله یې داسې تر تاثیرلاندې راسي چې اوښکې هم ورسره تویوي.
د ښکار په مېلو کې زیات اشتراک کوي او د یوه متوسط ښکاري حیثیت یې هم د ښکاریانو په منځ کې ګټلی دی. دی کندهارۍ جامې اغوندي او مشخصات یې هم کندهاري دي. په ملګرۍ کې ښه ملګری دی او د انډيوالۍ په پاللو کې زیات زیار باسي. د پښتو شاعردی او په عین شاعرۍ کې ظریف سړی دی او په خپل ظرافت د اشنایانو مجلس تود ساتي.
د کندهار په مطبوعاتو کې له څو کلونو راهیسه د ښه نثر لیکونکي او ښه نظم ویونکي په حیث د یوې روښانه سابقې خاوند دی. ده تر دې وخته هر ډول اشعار ویلي دي، زیاتې اصلاحي لیکنې یې کړې دي او په زړه پورې ترجمې هم لري، د شاعرۍ او لیکنې سره سره ظریف سړی هم دی، چې په خپل ظرافت د ملګرو مجلس تود ساتي.
د اوسني عصر له ترقیو سره یې علاقه زیاته ده او ملي تمایلات یې د شخصیت په مظاهرو کې څرګند دي.
دده د نثر او نظم سبک عام فهمه او ساده دی. دده چې څه اشعار خپاره سوي دي، اکثره یې ادبي صنایع لري او د طلوع افغان په کلیکسیونو کې ساتلي دي».
دده د وروستي ژوند په اړه معلومات ترلاسه نه شول.
د مېړنو مړینه
چې په هند کې د لودیانو حکومت و
د لودي بهلول دوران د سلطنت و
د لښکرو لوی افسر یې فیروزخان و
دا نامتو سردار هرګوره پهلوان و
جنګېدئ به د زمري په دود غښتلی
یو وتلی شخصیت و دا ښاغلی
یوه ورځ ګېر سو په لاس د دښمنانو
هغوی بوتئ په ټولۍ د اسیرانو
دده زوی شاهین خان هم و په دې جنګ کې
لیکن مړ سو په میدان د نام و ننګ کې
نور هم مړه سو د فیروز سردار ملګري
ډېر سرونه سوله پرې، نسونه څيري
د دښمن مشر طلب کړه دا سرونه
بیا یې وغوښتل ددوی ټولو نومونه
فیروز خان یې راحاضر کئ پردې کار
چې نومونه ددې ټولو کي اظهار
فیروز هم تیر کړه تر خپل نظر سرونه
او ویل به یې د هر یوه نومونه
په دې لړ کې یې راپورته د زوی سر کئ
چې یې وکوت نو یې نوم صرف نظر کئ
دښمن وویل چې دغه سر د چا دی؟
فیروز وویل هېرسوی اوس له ما دی
وروسته وویل، څو نورو دښمنانو
چې دا ځوان و ډېر غښتلی تر سیالانو
د جنګ خواته یې هیڅ شا نه ګرځوله
او پرموږ به یې وسله ښه چلوله
موږ ونه لیدئ تر پایه په جنګ ستړی
په حیرت وو چې برېښنا ده که وګړی؟
غلیمانو چې تمام دغه بیان کئ
نو فیروز هم د خپل زوی شهرت عیان کئ
ویل دا خو مې زلمی بچی شاهین دی
دده مرګ وړ د تحسین او افرین دی
دښمن وویل لومړی څله انکار سوې؟
څه سبب دی چې بیا اوس په دې اقرار سوې
فیروز وویل په جګ سر چې دښمنه !
پرې ښوول مې بې جوابه ستا پوښتنه
ځکه پوه نه وم د خپل زوی په مېړانه
ما وی مبدا چې مړ وي په سپيتانه
نو چې دی نن قربان سوی په غیرت دی
دا مې ډېر لوی افتخار او هم عزت دی
مېړنی د بې ننګۍ په مرګ شرمیږي
د غیرت په مرګ هرګوره هوسیږي
زه به داسې د شرف تر مرګ جارېږم
د خپل ګران بچي په مرګ به تل نازېږم
+++
له پښتونه سره
د میینتوب شهرت که ښايي له مجنونه سره
یا د ثروت خبرې کیږي له قارونه سره
یا که په عدل په نړۍ کې نوشېروان و معروف
یا ده مشهوره دانايي له افلاطونه سره
یا دبدبه د سلطنت د سلیمان یادیږي
یا دا شهرت و د هارون او د مامونه سره
د دنیا خلکو ته دې دا خبر تر لمر وي ښکاره
چې حریت خدای رالېږلی له پښتونه سره
دا ټبر عیب ګڼي چې واوسې تابع د پردو
همېشه خوښ یې استقلال دی له ژوندونه سره
دغه قانون د ازادۍ یې له ازله نصیب
ځکه جوړ نه دی پر دنیا له بل قانونه سره
د ازادۍ وطندوستۍ او ننګ خبرې غواړي
جوړه یې نه ده پر دنیا له بل مضمونه سره
پخوا هر فرېب او چال بازۍ به چلېدل ورباندې
لیکن هغه خبرې ولاړې له پرونه سره
+++
افتخار ددې دنیا یم
افتخار ددې دنیا یم – په رښتیا زړه د ایشیا یم
د غیرت لوی نمونه یم – د غیورو همنوا یم
دنیا ټوله یم منلی – داسې نه چې زه ځان ستایم
د پتڼ غوندې مې کار دی – د همت پر اورشیدا یم
خلک زیږي و بل څه ته – زه و فتح ته پيدا یم
پر ډګر د سرښندلو – تر همه وو بې پروا یم
د تاریخ په هر دوران کې – د ښمنانو ته سزا یم
هغه کړم چې په جادو سي – زه په توره په دانا یم
چې یې نور په چل و فرېب کړي – د هغه مشکل کشا یم
د غزني د محمود ګروز یم – د احمد تړلې ملا یم
د اشرف مړنیتوب یم – د محمود کریچ برېښنا یم
د خوشال تېغ و قلم یم – و مغولو ته بلا یم
د نادر ننګیالیتوب یم – د انګلیس د سر سودا یم
که وصلح ته دعوت یم – بیا تر هرچا یې پرخوا یم
تر عناد مې دوستي ښه ده
او زه هم ډېر په رضا یم
+++
جنون مې
جنون مې د پر سدو و میدان ته نه پرېږدي
بیلتون مې د هوس سرو سامان ته نه پرېږدي
چې کله بیا دا ښکلي نازولي غلط پوه وي
قدم مې خپل د مینې و مکان ته نه پرېږدي
که هرڅو دوښمنان مې بندو بست وکي وبند ته
د تورو زلفو بند مې بل زندان ته نه پرېږدي
د لمرو د سپوږمۍ په دید د یار لوبه ماتیږي
خو هیڅ مې تواضع سترګې اسمان ته نه پرېږدي
که هرڅو زړه راغونډ کم چې ورځمه به په وړاندې
حیا مې مخامخ هغه جانان ته نه پرېږدي
دوا د جوړېدو که باندې کېږدمه شي بېله
سینه مې توندې اوښکې و درمان ته نه پرېږدي
چې کله حکایت کړم زه ویران له خپله حاله
سلګۍ د بېلتانه مې و بیان ته نه پرېږدي
(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۴۳-۱۳۴۶مخونه)
----------------
محمد ویس کاکړ
مولوي محمد ویس کاکړ د مرحوم ملا محمد نور زوی په ۱۹۰۵ع = ۱۲۸۴ل کال په کندهار ښار کې زیږېدلی دی.
ده لومړني تعلیمات په ښوونځي او څه نور تحصیلات په خصوصي توګه کړي دي.
څه موده یې معلمي هم کړې ده. تر دې وروسته یې تجارت ته پام شو او پيل یې کړ، په دې لړ کې یې ډېر وخت په تجارتي موسساتو کې ماموریتونه او نماینده ګۍ کړي. په ۱۹۶۸ع = ۱۳۴۷ل کال یې په بمبيي کې تجارت کاوه او ددوی د کورنۍ د خلکو په اصطلاح د ښې معامله دارۍ په وجه د ښه نوم و نښان څښتن شو او په کندهار کې ښه شهرت لري. دده شعرونه د کندهار په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي او په پخوانيو اثارو کې یې قصیدې او ډېر ادبي اقسام لیدل شوي دي.
هغه وخت چې په کندهار کې د لیکوالو شمېر ډېر لږ وو، دده ډېر منظوم او منثور اثار په طلوع افغان او د هغه وخت په پښتو مجله کې خپاره شوي دي. دده لیکنې به زیاتره په عصري معلوماتو بنا وې، چې اکثره وخت یې تجارتي او اقتصادي جبنه درلوده. ده په هندوستان کې هم څه وخت تېر کړی، په دې وجه یې انګلیسي او اوردو ژبې هم زده کړي دي.
محمد ویس کاکړ د ظرافت خاوند لیکوال و، ملګرو ته یې استولي خطونه زیاتره په ظرافتونو پيل شوي و، چې کتونکي یې یوه خوله خندول، د استاد بېنوا په وینا خطونه یې په څو وراې لوست ارزېدل.
دده د وروستي ژوند او مړینې په اړه معلومات ونه موندل شول.
د نظم نمونه:
وه مسلمان وروره ته اخر تېره اغزی پرڅه شوې؟
داسې بې ننګه او ناسیال غوندې زلمی پر څه شوې؟
زه او ته دواړه یو شی کړو، داد خدای تعلیم دی
په څو روپو څو روځو جاه ته لېونی پرڅه شوې؟
دا زه به خوار یم ته بډای دا د مالک تقسیم دی
زما په افلاس زما په خوارۍ له ما پردی پر څه شوې؟
زه دې د ورور په شان په زړه کې محبت لرمه
ته د دښمن په شان پسمن او کوږ مزغی پر څه شوې؟
د مسلمان خاصه اخلاق دي د انسان د الفت
ستا نه اخلاص سته نه الفت داسې سړی پر څه سوې؟
د خپل ځان زیان کوې په خپله دا خو خدای سته بد کړې
ته خو دا په هرڅه پوه وې دا کمکی پر څه شوې؟
ویسه بل ته چې خطاب کړې ځان دې څله هېر دی
د خپل مالک نه شوې طاغي د نفس مریی پرڅه شوې؟
(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۳۴۸ مخ)
------------
عبدالرحیم هاتف
عبدالرحیم هاتف په خټه مندوخېل کاکړ د مولوي محمد ویس خان کاکړ زوی، د ملا نورمحمد لمسی، د ملا دین محمد کړوسی په ۱۹۲۶ع جولای = ۱۳۰۵ل کال سرطان د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې زیږېدلی دی.
دده نیکه ګنۍ د پښین له تکۍ سیمې کندهار ته راغلې وه، لومړی د ارغنداو په سرده کې او بیا په کندهار ښار کې اوسېدل. دده کورنۍ زیات وخت د پوهنې په چارو کې خدمت کړی دی او په ښه شهرت یادېدله.
دده مور د رحمت الله باباجي لور او د عبدالله خان پوپلزي لمسۍ وه، چې دا دواړه د کندهار سیمې ښه شاعران تېرشوي دي.
شپږکلن و، چې پلار یې په شالمار (وروسته مشرقي) ښوونځي کې داخل کړ. تر لومړنیو زده کړو وروسته احضاریې ښوونځي ته معرفي شو، خو د سن د کموالي په وجه یې ونه مانه. بیا په احمدشاه بابا منځني ښوونځي کې شامل شو. دلته چې له نهم ټولګي فارغ شو، ددوی د ټولګي ټول هلکان یې د پوهنې وزارت په خوښه د بغرا پروژې ته ورکړل. له دغه ډلې ځينې چې مالي حالت یې ښه و، کابل ته د نورو تحصیلاتو لپاره لاړل، دی هم په دې ډله کې و. په کابل کې په حبیبیه لېسه کې شامل شو. دی چې له دغه لېسې فارغ شو، د پوهاند حبیبي په مشرۍ د ادبیاتو پوهنځی تازه جوړ شوی و او دی هم په کې شامل شو.
دا وخت ده ادبي ذوق نه لاره او هغوی چې دا ذوق یې د لېسې له دورې پاللی و، دی کږلی دی. په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال له دغه پوهنځي فارغ او په کندهار کې د ميرویس نیکه د لېسې مرستیال وټاکل شو.
دوه کاله وروسته د احمدشاه بابا د لیسې ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹۵۲ع مۍ = ۱۳۳۱ل ثور کې د کابل دارالمعلمین ته تبدیل شو او یوکال وروسته د پوهنې وزارت په موافقه د هلمند او ارغنداو د ناوو د انکشاف ریاست د تبلیغاتو مدیریت کفیل وټاکل شو. اته میاشتې یې هلته کار وکړ او د شخصي معاذیرو په وجه یې کار پرېښود.
په ۱۹۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال د کور په سرپرستۍ سربېره په تجارت بوخت شو. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د کندهار د اتاق تجارت د ریاست مرستیال وټاکل شو، چې د کال په پوره کېدو دا کار هم ختم شو.
د محمد ظاهر شاه په دوره کې دی څه وخت د کندهار د خلکو له خوا د ولسي جرګې استازی هم ټاکل شوی و. دی د څوارلسمې لمریزې پېړۍ په څلوېښتمو کلونو کې د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند غړی شوی و او د دغه ګوند د واکمنۍ په وخت د مرکزي کومېټې غړی و، چې په بېلابېلو سیاسي او اداري موقفونو یې کار کړی دی.
عبدالرحیم هاتف د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې د لویې جرګې مشر و او د هغه د هېوادمشرۍ په وروستیو کې مرستیال ولسمشر و. کله چې په ۱۹۹۲ع مارچ = ۱۳۷۱ حمل کې د افغانستان پوځي حالت لړزانده شو او ډاکټر نجیب الله استعفی ته مجبورېده، عبدالرحیم هاتف دوه اوونۍ د افغانسان ولسمشر هم و.
کابل ته د پېښور ساخت تنظیمونو تر ننوتلو وروسته د سیاسي او پوځي ناکراریو نوې څپه پیل شوه، عبدالرحیم هاتف هایلنډ ته کډوال شو.
بلاخره هلته د ۲۰۱۳ع کال د اګست په ۱۹مه = ۱۳۹۲ل کال د زمري په ۲۸مه نېټه وفات شو.
ده په ۱۹۶۷ع = ۱۳۴۶ل کال استاد بېنوا ته د خپلو سوانحو په لړ کې یوځای لیکلي:
« زه یو قانع، بې استقامته، عافیت پسنده، بېرندوکی، شرمندوکی، متحمل او په محدوده ساحه کې اجتماعي انسان یم، دوستان مې له ځان سره خوشال ساتلي دي او د تکلف او درواغو څخه مې ډېر بد راځي. رسمي ژوند راباندې درنیږي، پخوا مې د زده کړې استعداد ښه و، اوس چې د ژوند په ګنګړو اخته یم، ځان نه رامعلومیږي. د لیک مشق نه لرم او د لیکنې ژبه مې درنه او زخنه ده. نظم ویلای سم، شعر مې کله نه دی کړی، خصوصي ذوق مې د علم الاجتماع سره دی.
څه لیکنې مې د مقالو په شکل کړي دي، هغه مې د وطن په جرایدو کې خپرې سوې دي، چې دا سلسله می عندالفرصت اوس هم جاري ساتلې ده، پرته له دې مې « د حمید ماشوخېل احوال او اشعار» یو کتاب په پښتو لیکلی دی چې طبع سوی نه دی. « ابن سینا بین الدین و الفلسفه» مې له عربي څخه په پارسي د پوهنې وزارت ته ترجمه کړی. د «تنقید شعر العجم» مې د اوردو څخه په پارسي ترجمه کړی او اوس مې یو کتاب تر کار لاندې دی، چې د انګلیسي څخه یې پښتو ته را اړوم. ددې کتاب نوم « د روزنې د نفسیاتو اساس» دی».
اثار
۱.د حمید ماشوخېل احوال او اشعار
۲.ابن سینا بین الدین والفلسفه ( له عربي پاړسي ته ژباړه)
۳.تنقید شعرالعجم ( له اوردو پاړسي ته ژباړه)
۴.د عبدالرحیم هاتف خطونه
د نثر نمونه:
د فیضو مرغړی
پورې خوا د غونډۍ په کلي کې د یارو فقیر پر مېنه یو زلمی پاته سو، که څه هم ده ظاهرا د ابا مېنه ودانه ونه ساتله، خو بیا هم تر څو د کلي وروستنی ژب غړاند لا د مزکې غیږې ته ورځي د فیضو نوم به پاته وي. فیضو د سړي وراشه او د زمري زړه درلود او لاس یې په بادي کې تر چارښاخه لا هم یوه ګوته بالا و.
د فیضو ظاهري ښکلا ددې نه وه چې له نظره لوېدلی وای، دده لوړې ونې، غټو سترګو او جګې غاړې د کلي د پېغلو د خیال د شخوند موضوع ترتیبول او دیني خوندو به د خلوت په خوالو کې ژبې پر ټکولې. خامکي غاړو به دده پر ځيګر ځانونه اعلانول او دده له قوي مټانو څخه بډ وهلو لستوڼو به د ښکلا پر میدان خپله کوټه وهله.
لنډه یې دا چې، دې زلمي نورې هم داسې کپړې اغوستې چې تا به ویل له بله ځایه ورته راځي.
فیضو د شنه موټه په زور کې هم نوم ایستلی و. نه چا ډبره ورسره ویشته او نه یې پېټي ورسره بارولای سو او هر چا یې له وارې ځان ساته، که څه هم فیضو کاڼی غورځاوه او سر یې ورته نیوه، بیا یې هم له دوستانو سره یوه خوله خندا لرله نو ددغو خویو له مخې ده د ټول کلي د ځوانانو په زړو کې ګرم ځای درلود.
د یارو فقیر هغه جایداد چې ده په یوه عمر خوارۍ او دربدرۍ له ولسه راټول کړی و، فیضو جان په څه وخت کې وخوړ، اوس نو صرف دوې لارې دده ترمخه وې، د بل مزدوري یا له کلي وتل. دده له شانه سره دواړې مناسبې نه وې، ډېر فکر یې وکئ چې اخر یې دا خوښه کړه چې کوچنیان د خسر کره ولیږي او پخپله یو د مړانې کار ته لاس ورواچوي؛ نو لګیا سو لارې یې نیولې، فطري مړانه دده مله وه او نه یې غوښته چې څوک ناراضه کي. هرڅوک چې به یې وشکول، لوڅول یې نه او د لارې خرڅ یې بېرته ورکاوه. دده دا انسانیت پر شکېدلو هم ډېر بد نه لګېدئ، فیضو د شریکانو په ونډه کې هم لانجه نه اچوله.
په دې نوي شغل کې دی د اصولو له لارې وارد و او هغه اصل چې ده ډېر محترم ګاڼه، مساوات و، فیضو طبقاتي امتیازات نه منل، پيرو فقیر، خان و ملک، ملاو اغا ټوله یې په یوه سترګه څارل او د مرګ په دود یې پر هر یوه له وارې سره سم پېښه کول.
یوه ورځ فیضو د یوه ملا د ملا څخه د روپو همیانۍ پورته کړه، اخوند چې د مور او لور خرڅه د غله په مونګل کې ولید، د غم په ټال وزنګېد، خو له کوښښه یې لاس وانه خیستئ، ډېرې پیشو بازۍ یې وکړې، په دې تصور چې ګوندې د غله پر زړه به د رحم اوبه تویې سي او دده غوټکۍ بېرته په لاس ورکي، خو هغه چې مقدر نه و، ونه سوه. ملا د لطایف الحیلو له خوا راغئ، دوزخ یې ورته وڅرلاوه، جنت یې ورته وبرېښاوه، خو فیضو ته تر دوزخ او جنت د سبا ضرورت نژدې و، نو یې د ملا پر ګریز غوږ ونه نیو، دا لا څه چې په انک یې ورته وویل چې ملاصاحب ته خو یوه دعا راته وکه، ګوندې له دې بلا خلاص سم، د مولانا پر زړه، د روپو درد و او په ډېر جوش یې ورته وویل، داسې خوږ دې درولویږي چې دوا یې نه وي. فیضو ته کرکه ورولوېده، سبا یې ستونی په درد سو او مرغړی پر راوخوت. تر دې وروسته نو غلا ته هم ولاړ نه سو، ته وا د ملا صاحب دعا قبوله سوه؟ ته وا د زکات روپۍ تر غلا هم ترخې دي او ستونی بندوي؟ دی نو اوس په دې سودا کې ډوب سو، تل به په ځان اخته و. دی لا څه چې نور هم په ده بوخت سوه، څه چې یې په غلا ټول کړي و، تعویذګرانو کش کړه، تعویذ لکه چې تر ده پرمرغړي ښه لګېدئ، هغه یې ورځ په ورځ لویاوه او پر درد یې راوست. فیضو له اومه تعویذه پاخه ته تئ او کار یې دې ځای ته ورساوه چې اوس نو په کلي کې د شکرانې لپاره توره چرګه پاته نه سوه، په پای کې دی هم داسې له ګنا پاک سو چې د جیب کڅوره یې پر میدان ټکوهل.
د فیضو خسر هوښیار سړی و، دی یې ښار ته راووست او په څو ډاکټرانو یې وګرځاوه. رنګارنګ تشخیصونه یې وسوه، مثلا چا ویل دا نه ده، چا مرغړی باله خو چا بیا د سرطان په نامه یادوه، خیر ددوی خبرې وې، تر څو چې روپۍ یې لیدلې، دوا یې ورکول. تر هرڅه وروسته یې نو وویل، چې بې اپرېشنه نه کیږي. دا وخت نو د خسر بابا پانګه هم له لمره سوېده، له یوې خوا د فیضو اعتماد له دې طایفې څخه سلب سویدی او له بلې خوا دی پرخپل مخ میین و او نه یې خوښول چې غاړه د ډاکټر و چړې ته کښيږدي.
که څه هم دده سرتمبه ګۍ دی و مرګ ته ورساوه، په هر صورت فیضو له دې ځایه بېرته کلي ته ولاړ، هورې هم پر ځان ګرځېدئ، چې مرغړی یې لوی نه سي، خو لکه خدای چې د بنده پر نیت وي، مرغړی هم دده په خوښه و، دننه لوییدئ او دباندې یې ډېره اغېزه نه ښکارېده. درد و، که زحمت، هر څه چې وی د پټې شی و. ده هم په پټه خوله تېراوه. یو وخت چا ورته وویل، چې ډېرې دواوې دې وکړې، دغه یوه بله هم وکه، فیضو منتظر سو چې څه به ورښيي؟ هغه ملګري ورته وویل، زلیخا انا توره ناصره ده، د هغې تله پر خپل مرغړي تېره که، ګوندې یوې خواته سروکي، فیضو کورټ انکار وکئ او ورته یې وویل ما د ډېرو قبرو ډبرې پر دې مرغړي سولولي دي، څه تاثیر یې ما نه دی لیدلی؛ د خبرو په ګرمۍ کې یې د انډيوال اصرار دده پر انکار ګاټه سو او فیضو یې مجبور کئ چې تر دې اخري تلي هم غاړه لاندې کي.
د تصادف کار و، نن یې د زلیخا انا تلي ته غاړه کښېښوده، سبا یې درد کرار سو، فیضو خیال وکئ چې اوس نو لکه چې مرغړی خوله کوي. په ګروم یې و، تل به یې لاس په واهه، اوس نو پوست سوی هم و، په دې یې خوابده سوه، ځکه ده نه غوښته چې سربېره سر وکي او ښکلې بڼه ورکرغېړنه کي. هو، داسې خلک هم سته چې درد زغمي او بدمخي نه مني. دوې درې ورځې تېرې سوې، خوږ کرار سو؛ اوس نو د فیضو لږ ټيک وسو، ځکه دی پوه سو چې مرغړي دننه خوله کړې ده، دا به اوس رښتیا د زلیخا انا د تلي تاثیر وي؟ ته وا وخت یې پوره سو؟ هر څه چې و، دغه سوهانه موقتي وه او مرغړی هرګړی دده بدن ته زهر ورتوول او دژوند ماڼۍ یې ددې سیلاب په څپو ورو ورو نړېدل.
یوه ورځ فیضو په کوټه کې یوازې پروت و، ورو ورو یې اوښکې تویولې، چې ناببره انډيوالان پر ورننوتل او ورته یې وویل، خیر کې ته او ژړا؟ فیضو اوښکې وچې کړې او داسې جواب یې ورکئ:
تاسې ښه پوهېږئ، چې پر سر مې اور رابل کئ، دود به ووینئ او جز به وانه ورئ، خو زړه مې درد کوي او د زړه د درد توان نو نه لرم. زړه مې پردې درد کوي، چې زما نور هرڅه به ستاسې هېر سي او مرغړی به مو له خولې ونه لویږي، تاسې به د فیضو مرغړی ډېر یاد کئ، خو د پیسو مرغړي ته به تر ابده ملتفت نه سئ. دا هغه مرغړی دی، چې زما پلار او نور ډېر دنیا داران یې تر ځان جار کړه، چا یې لا(ږغ) پورته نه کئ، زما مرغړی په وجود کې دننه پر یوه حساس ځای راختلی و، خو ددوی مرغړی ددوی له موجدیته دباندې لوییږي. زه دا څوارلس میاشتې په ځان اخته وم، چې ځان له دې عذابه خلاص کم، بر خلاف، دنیا داران خپل مرغړی ورځ په ورځ په خپل لاس لویوي، زما او ددوی بل تفاوت دادی چې زه خپل مرغړي نه وم بیده کړی، په ځان پوهېدم، چې زه به لوی کنده کې پرېوتی یم.
دا وخت فیضو احساساتي سو، او پر خپلو کمواکو پښو پورته سو او وې ویل:
خو دوی سل بایللي دي او دغه غلیم ته د دوست په سترګه ګوري، او دخپل تکلیف په قیمت یې پر ساتنه ټپریږي، ما که خپل مرغړی نه پرېکاوه، بڼه مې په کې خرابېده، ولې دوی هغه نګسي له ځان پرې کوي، چې ددوی پر جولو یې ناوړه نوغی ایښی دی.
فیضو دا پرتې پوره کړې او دکلا د برج په توګه راونړېدئ او له دې عالمه څخه په متنفر زګېروي یې وویل، د فیضو مرغړی او سترګې یې پټې کړې.
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۴۹- ۱۳۵۳ مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
----------------
ظهورالله همدرد
ظهورالله همدرد د فیض الله خان زوی د حبیب الله اخونزاده لمسی په ۱۹۱۹ع = ۱۲۹۸ل کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په شاهي کوټ( حصارشاهي) کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د خپل تره مولوي فضل الله نه چې په شاهيکوټ مولوي مشهور و، کړي دي، چې په کې دیني متداوله علوم شامل دي.
د خپل تره د پراخه مطالعې له برکته دی هم د ښې افاقي مطالعې خاوند شو او د پښتو او عربي اثارو په لوستو یې ادبي ذوق راوپارېد او شاعر شو. خو منظمې رسمي زده کړې ترې پاتې شو او په خپله شخصي مطالعه باسواده شو.
په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال یې رسمي ماموریت پيل شوی او په بېلابېلو دندو یې کار کړی، چې په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال د جلال اباد ښاروالۍ د تعمیراتو مدیر و. بیا څه وخت وزګار و، په ۱۹۶۸ع = ۱۳۴۷ل کال د کونړولایت د قبایلو مدیر و.
دده شعرونه په ننګرهار ورځپاڼه، کابل مجله، د مزارشریف په بیدار اخبار او د میمنې د ستوري او د قطغن د اتحاد په جریدو کې خپاره شوي دي.
دده د وروستي ژوند په اړه نور معلومات ونه موندل شو، په وروستي سمون کې به بشپړ شي.
مینه
چې یې مینه د یوسف زړه کې پيدا شوه
تېر تر هرڅه په دې لار کې زليخا شوه
چې د مینې شراب قیس وڅکل مجنون شو
ورد د ژبې یې شپه ورځ خپله لیلا شوه
د شېرینې د مرګ غږ چې فرهاد واورېد
هغه دم یې د دنیا ژوندون ته شا شوه
چې یې بوی د پیراهن د یوسف حس کړو
د یعقوب سترګو کې بیا رڼا پیدا شوه
دا دنیا په محبت کړه رب ودانه
بې له مینې محبت تالا والا شوه
++++
سعادت
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی ؟
ستا په لټه کې عالم واړه په شور دی
عاشقان دې لټوي د یار په څنګ کې
معشوقې دې پلټي د ناز خدنګ کې
څوک دې لټه کړي د مینې په بورجل کې
چاته ښکارې په ټينګ عزم و په تکل کې
عاشقان وايي وصال یې هجران چور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی؟
څوک تعبیر دې په روغتیا او په صحت کړي
څوک تفسیر دې په دولت او ثروت کړي
چاته ښکارې په ثبات او په باور کې
چاته ایسې د افکارو په نظر کې
مینې ستا بل کړی هر ضمیر کې اور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی؟
شاعران دې پلټي خوږو نغمو کې
بلبلان دې لټوي سوو نعرو کې
څوک تعبیر دې په ښېګڼه څوک په زیار کا
څوک تفسیر دې په ټينګار څوک په ډېر کار کا
ستا چې ټول عمر د مینې باغ سمسور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی؟
څوک دې بولي ارامي د زړه او روح
چاته ایسې د امان بېړۍ د نوح
چاته ښکارې اراده غیرت همت
څوک دې بولي دلسوزي او عطوفت
د هرچا فکر جلا او خیال یې نور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی ؟
چاته ښکارې فلسفه علم و حکمت
څوک دې لټه کړي په ښه خوی او خصلت
چاته یو رنګ چا ته بل رنګ برېښېده کړې
نه پوهېږم په کوم ځای کې اوسېده کړې
په هرځای کې ستا دلټې دفتر خپور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی؟
څوک دې ستايي په رڼا د حقیقت
چاته ایسې له مادي فکرو اوچت
څوک دې بولي د امېد رڼا روښانه
ستا په لټه کې عالم دی سرګردانه
ستا د مینې د تجذیب څرنګه زور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی؟
که په غاړه د دوهۍ اوسېده نه کړې؟
په شاهي بنګلو کې هم چا پیدا نه کړې
په دنیا کې دې معلومه نه شوه پته
که هر څومره منډې وشوې پورته ښکته
ارماني او بېنوا هر پلی سپور دی
رښتیا وایه سعادته کوم دې کور دی
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۵۴- ۱۳۵۷ مخونه/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
غلام نبي هوتک
غلام نبي هوتک چې په کندهار کې یې په لالا غلام نبي شهرت لاره، د عبدالسلام زوی، په ۱۹۰۱ع = ۱۲۸۰ل کال د کندهار د درېيمې ناحیې په کالېزو کوڅه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ دودیزې زده کړې یې په خپله سیمه کې کړي او د پښتو شعر سره د مینې له کبله شاعر شوی، چې هر ځای او هرچېرته یې اورېدونکو ته اورول.
دده د ژوند او زده کړو په اړه به دده د خپل نظم یوه برخه راواخلو:
غلام نبي هوتک ادیب یم د پښتو
په کوڅه کې مې دی کور د کالېزو
نوم د پلار مرحوم مې دی عبدالسلام
خدای دې وبښي په روی د خپل کلام
اوس د یوه شپېته کلونو زه په شمار یم
زیږېدلی هم دلې پر کندهار یم
وه شمسي سنه زر دوه سوه اتیا
چې پيدا سومه له موره پر دنیا
لږ تعلیم مې دی له علمه څخه کړی
له ملا مې په مسجد کې دی زده کړی
کله کله چې یو څو توري لیکم
نو په دوو ژبو مطلب ادا کوم
دا مطلب وي په پښتو یا په فارسي
نورې ژبې مې زده نه دي اجنبي
چې پښتون یم په پښتو ژبه ږغېږم
او په نورو ژبو هیڅ زه نه پوهېږم
علاقه مې ده د شعر سره ډېره
ډېره څه چې لا بېحده تر حد تېره
زما کار تل یو وړوکی تجارت دی
ددې خاورې سره زما ډېر محبت دی
په داخل کې مې لیدلی ښه کابل دی
چې په واړه وطنو کې لکه ګل دی
که غزنی دی، که مقر دی که کلات
ګرشک، فراه، شینډنډ مې ولید او هرات
بیا تر تورې غونډۍ هم یم ورغلی
د سخي مزار شریف مې هم لیدلی
په خارج کې کراچۍ ته یمه تللی
پرچمن او پر کويټه هم ورغلی
که ډيلی، احمد اباد، که بمبيي دی
مالیدلی دغه هر یو په ځواني دی
ما په دې ملکو کې کړی تجارت دی
چې په دې توګه مې کړی دا خدمت دی
د پاک رب العالمین شکر ګزار یم
چې فاسق نه یم د بدو څه بېزار یم
غلام نبي هوتک تر شپېته کلنۍ پورته هم د ځوانانو په مجلسونو کې شاملېده او آن د ځوانانو په شان به یې کالي اغوستل. ده به په کندهار کې د تنظیمه رییس وزیر محمد ګل خان په مشرۍ د پښتو پالنې د نهضت یاد هروخت کاوه او خوږې خاطرې یې بیانولې. د کندهار د ادبي انجمن په پښتو مجله کې هم دده اشعار خپاره شوي دي. په طلوع افغان کې دده د شعر په کتو یو ځل وزیر محمد ګل خان مومند د هغه دوکان ته هم ورغلی و.
ده د بزازۍ، عطارۍ او ځينې وخت په تجارتي موسسو او شرکتونو کې هم کارونه کړي دي.
دده د وروستي ژوند په هکله معلومات سملاسې نه دي موندل شوي، په وروستي سمون کې ښايي بشپړ شي.
د نظم نمونه:
د ورور ګلوۍ ږغ
که غواړې ای پښتونه دا چې اوسې ته سرلوړی
نو راسه شېرین ځان که د هېواد په چوپړ ستړی
د وروڼو او هېواد خدمت ګڼه تل د ځان فخر
ښاغلو انسانانو دی شرف په پیدا کړی
زحمت چې څوک په صدق جامعې ته پرځان تېر کي
ناکامه نه پاتیږي په هیڅ وخت هغه وګړی
په کار کې خیانت چې څوک ونه کړي تل پرمخ ځي
مدام دی صادقانو په هر کار کې بری وړی
هرڅوک چې ځان له کاره سپموي په لټۍ خوښ وي
تر هغه سړي ښه دی بې له شکه د ګور مړی
متل د پښتنو دی له بېکاره خدای بېزاره
ستا ولې تښتېدلي دي وکارته وروره غړی
لایق د کار هغه دی چې کار وبولي د ځان
نه دا چې وايي ژر مې ماهانه معاش وای وړی
مقصد یې هیڅ خدمت د خپل وطن او ملت نه وي
که پېښ سو پر رشوت سرفه پرې نه کړي خدای خوار کړی
تل زه غلام نبي وایم پښتنو وروڼو ته داسې
خدمت ته یې په صدق زما غاړه ستاسې پړی
+++
نه دي لږ
پر دنیا نوع بشر لره غمونه نه دي لږ
و صابر تې په عبقا کې عوضونه نه دي لږ
لیرې ګرځه تل ترتله د ازاره د مظلوم
و ظالم ته په دوزخ کې عذابونه نه دي لږ
چې قلم په لاس کې واخلي د خپل نفس په مدعا
نو پر بل نا حق لیکل او تومتونه نه دي لږ
رزق به لږ د فقیر نه کي سپي دې غاپي تر سبا
خو په کلي کې د خیر نور کورونه نه دي لږ
تل بېکاره سړی غواړي کار و ځان ته له بل چا
ولایق سړي ته هیڅکله کارونه نه دي لږ
محبت به یې هرڅوک کړي د صادق سړي مدام
و خاین ته د وګړو بد لفظونه نه دي لږ
د جاهل بدې وینا ته پټه خوله بوله ښه کار
کې څه هم و یو هوښیار ته جوابونه نه دی لږ
چې د عشق په اورکباب وي تل وايي خال و خد
و عاشق ته د معشوق خپل صفتونه نه دي لږ
په کار نه لرم هیڅ وخت د پردۍ ژبې بیان
غلام نبي ته په پښتو داسې بیتونه نه دي لږ
( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۵۸-۱۳۶۱مخونه)
-------------
احسان الله هېر
احسان الله هېر د سید غلام احمد پاچا زوی، په خټه سید د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی، خو دی په کابل کې زیږېدلی دی.
که څه هم چې ده خپلې سوانح د بېنوا صاحب اوسني لیکوال ته په خپل قلم لیکلي او خپرې شوي، خو دده د زوکړې نېټه، د لومړنیو زده کړو ځای، ثانوي زده کړې، د زېږېدو ځای، اصلي استوګنځی له دولسم ټولګي د فراغت نېټه او نور یې په کې نه دي لیکلي. دومره پوهېږو چې دی له دولسم ټولګي فارغ شوی، بیا د کابل په طب پوهنځي کې شامل او ترې فارغ شوی. دده د دندو په اړه هم معلومات ونه موندل شول. دی انګلستان ته کډوال شوی او هلته اوسي، د ژوند او مړینې په اړه یې هم هیڅ معلومات ترلاسه نه شول.
احسان الله هېر د لنډې کیسې لیکوال او هم ښه شاعر و. دده کیسې په ويښتیا پړاو کې د کیسه لیکنې د فن عالي نمونې دي، چې لوستونکو او کتونکو خوښې کړي او هم ځينې کیسې یې روسي ژبې ته ترجمه شوي او روسي ادبپوهانو پرې بحثونه هم کړي دي.
دده لیکوالۍ د ثور تر کودتا پورې د افغانستان په مطبوعاتو کې انعکاس کاوه، خو تر هغه وروسته چې دی کډوال شوی، دده کوم اثر نه دی خپور شوی، ممکن لیکوالي یې پرېښي وي.
اثار
۱.رنځور د لنډو کیسو ټولګه، چې په ۱۳۴۶ل کال پښتو ټولنې خپره کړې ده.
۲.هېرګلونه، د منثورو او منظومو ادبي ټوټو مجموعه ده.
۳.اوسنی ادب، شعري ټولګه چې دده په وینا په نوې مېتود لیکل شوي دي.
۴.د مولوي محمد شېرین کلیات، د لغمان د یوه نامتو عالم مولوي محمد شېرین –چې په دواړو سترګو ړوند دی- د اشعارو مجموعه ده چې ده تصحیح کړې، مقدمه او د ټولولو زیار یې ګاللی، خو دا کتاب د کورنیو خپرونو په لوی مدیریت کې ورک شوی دی.
۵.په پښتو ادب کې حماسې، په پوهنې مجله کې پرله پسې خپور شوی دی.
۶.پوهنه په افغانستان کې، د افغانستان د پوهنې سېستم او څرنګوالی په تېرو تاریخي دورو کې.
۷.د پښتونخوا نومیالي، په درې برخو کې: توریالي او ننګیالي، پوهان او مفکرین، لیکوال او شاعران، راټول شوي چې په پوهنې مجله کې پرله پسې خپور شوی دی.
۸.تصوف په پښتو ادب کې، په پوهنې مجله کې خپور شوی دی.
۹.د لغمان محلي شاعران، په عرفان مجله کې خپور شوی دی.
۱۰.ادبي ترجمې، چې په ژوندون مجله کې پرله پسې خپور شوی دی.
د نظم او نثر نمونې:
زما خیال
مه کوئ فکر چې به خیال مې له اشنا سره وي
یا به مې خیال او فکر ټول مال د دنیا سره وي
یا به سرو شونډو، سپین رخسار ښکلې لیلا سره وي
یا به سپین قصر ښې ماڼۍ د چا او چا سره وي
نه دا ټول نه، زما خیالات د ژوبلو خوا سره وي
کله چې ما تفکراتو سره وینئ مشغول
یا کناره له خلکو ګرځمه خلاف معمول
په هغه وخت چې زما هر کار ښکاریږي مجهول
زما ملګرو ته دې وي همېشه دغه فورمول
چې د محیط د زیات و کم غمونه ما سره وي
نه لرم دا هیله چې زه دې شم مشهور په غمخور
یا په حساس زلمي مشهور شم لکه دي چې دا نور
زما توبه له دې احساسه دا احساس دی پېغور
نه غواړم دا چې په دردمند حساسیت دې شم تور
شهرت د نورو او غمونه دې له ما سره وي
چا ته زه ووایم چې څه غواړم ارزو مې کومه
په چا او چا باندې د کوم یو څيز پېرزو مې کومه
دا د ماشوم او ناقرار زړګي زانګو مې کومه
یوه دېره د څو خبرو مشورو مې کومه
دا رنګ بې شمېره ارزوګانې به له چا سره وي
د لوڅ او وږي د یتیم چغې ما ووهلې
بډای صاحب و له ما لرې وایې نه ورېدلې
له خپل ولس سره کومه زه اوس دا خبرې
که ددې عصر مقتضی نه ډېرې نه وې لرې
څه ته یو اړ او زمونږ خیال کومې سودا سره وي
ولې شوه دومره خاموشي نشاط رنځور ولې دی
دا د شاعر ګرېوان په وینو باندې سور ولې دی
دا زمونږ خوا ظلمت کده شوه بیا ورک نور ولې دی
ډېر ډېر هېر شوی نن پرون له مونږ سرور ولې دی
د حقیقت ښکلی مشعل به کوم بینا سره وي
+++
د سیند څپې
لکه ناکامې ارزوګانې چې ترسره نه شي
یا د رڼو اوښکو په څېر چې د ګرېوان لورته ځي
د هغو ګرمو اوښکو شانته چې له سترګو همېش
د تل لپاره جلا کیږي د عدم کور ته ځي
داسې دا توندې څپې هم ځي او هیڅ نه راګرځي
لکه لحظې چې د زمان ځي درېدل نه لري
په خپلو تلو او منزلو کې چې حیات لنډ وي
د چا په غم او په ښادۍ باندې هیڅ ونه ځنډيږي
ګوره شېبې او لحظې ځي ژوندون هر سات لنډوي
د سیند څپې هم خپل منزل وهي راځي لاپسې
د مستانه سیند د څپو خوا کې چې ودرېږمه
دهغې مستې محبوبې ناز او ادا کړم یاده
له ښار نه لرې، زښته لرې خو په خیال کې د ښار
د یو ښاري پېغلې جفا او ناروا کړم یاده
د سیند څپو په څېر مې خولې نه فریادونه وځي
هغې یو ورځې په امېد کړمه وعدې یې وکړې
راته یې ویلې ګرانه بې تا، زه بل یار نه لرم
زه هم ساده وم، کليوال وم ورته ومې ویلی
چې ستا په مینه مې قسم، بل څوک په کار نه لرم
مګر افسوس څومره ساده وم اوس یوازې یمه
لکه د سیند څپې چې سیند کې په مخ بېرته نه ځي
همېش په مخ کې وي روانې درېدل نه لري
یا هغه اوښکې چې مخ ښکته ځي هیڅ نه ودریږي
چې دې له سترګو جلاشوې درېدل نه لري
دا رنګ له مانه هم جلا شوه زه پوهېږمه اوس
++++
نن
نن راته ټوله دنیا څومره مغمومه او تیاره ښکاري. زه نن ګومان کوم چې ټول خلک به زما په څېر خپه او مغموم وي. مګر څومره لویه اشتباه کوم. ایا هغه خلک خپلې د ژوند وروستۍ او انتهايي خوښۍ ته نه دي رسېدلي، چې خوښي یې زما د غم بدله ده؟
نن که نور له خوښۍ په جامو کې نه ځاييږي او نورو ته خوښۍ جامې تنګې کړې وي، د دوی په خوا او څنګ کې ماته نن دا لویه او ارته دنیا تنګه تنګه کیږي، فکر کوم چې د دنیا تنابونه سره کش شوي او ما په یوه کلک، جابر او قهار قالب کې راشکنجه کوي او ددې شکنجې په واسطه غواړي چې د ګوګل او سینې هډوکي مې مات او دننه زړه مې په سینه کې ژوبل کړي.
نن یوه قوه په ما ظالمانه حکومت کوي او د همدغې قوې محکوم یم.
مګرآه، دا فشارونه او زورونه به زما په کمزوري وجود تر څو وي؟
ایا زما په خلقت کې یوازینی مطلب همدا و چې باید وځورېږم، وکړېږم او نور زما له درد، غم او کړاو نه خوندونه او لذتونه واخلي؟
ماته د چا په خوښۍ، د چا په سعادت او د چا په نېکمرغۍ هیڅ رخه نه راخي، مګر کاشکې ددوی نېکمرغي ماته په خپله خوا کې بدمرغي ونه روزي. نن مې په قلم کې هیڅ د لیکلو قدرت نه شته. نن کلیمې د جملو او جملې د یوه مضمون په غرض داسې سره خوا په خوا نه شم ايښودلای، چې زما باطني غمونه او هغه فشارونه چې نن په مادي، نورو ته وښيي.
خلک وايي چې د غمونو انتها لېونتوب دی، ایا نن چې زما غمونه هیڅ انتها نه لري او د غمونو په بې پایاوه او بې ساحله سمندر لاهو یم، ولې لېونی نه شم؟ نه، نه، زه فکر کوم چې لېونی نه شوم، زه به لېونی کېږم، ځکه د خودۍ او بې خودۍ، جنون او سد په منځ کې کوم سرحد نه شته.
نن زه دا قبلوم چې غمونو لېونی کړم، زه نن له هغې کلیمې نه چې په عمرو مې ترې کرکه درلوده، نوره کرکه او نفرت نه لرم. نور لېونتوب زما د ژوند ډېر ښه ملګری کېدای شي...
مګر زه څومره اشتباه کوم، د لېونتوب په څېر لوی او مدبر ملګری زما په څېر خام کله په ملګرتیا قبلوي.
لېونتوب دی چې بې پناه غمجنو ته د لویې پناګاه او ملجا حیثیت لري او دغو بې پناهانو ته د پناه او عواطفو غیږه خلاصوي.
لېونتوب د غمونو د بې ساحله سمندر اواره ګانو ته د نجات ښکلی او خلاصوونکي کشتۍ جوړوي، او خپله د یوه مهربانه ماڼکي رول لوبوي.
لېونتوب د غم د صحرا په ځپلو، ستړو او ستومانو باندې لکه د رحم د پرښتې په څېر خپل زرین وزرونه سیوری کوي او د ستومانو ځپل شوو نه ستوماني د بې خودۍ په عالم کې هېروي.
لېونتوب یعنې هغه چې خلک یې څو شېبې ملګرتیا په ډېرو پیسو نه مینده کوي، د ډېرو پیسو په مقابل کې الکول او هېرویین او یا نور څه خوري او لېونتوب په بیه اخلي. ایا څنګه به زما په څېر خوار انسان ته چې له خوارۍ نه سرګردانه یم، د عواطفو غیږه خلاصه کړي. زه اوس پوه شوم چې لېونتوب زما ملګری نه دی او زه لېونی نه یم.
اوه، نن زما په ژوند کې څه زیات شوي، څه کم شوي او څه شی مې د ژوند ملګری شوی چې زه دومره خپه یم، چې خیال کوم نړۍ له ما انتقام اخلي. یا دا به د یوه ظالم ملګري اثر نه وي، چې په دوستۍ کې سړی وژني؟ زه پوهېږم چې دا زما هماغه پخوانی صمیمي ملګری دی چې په عمرو عمرو یې ماته ځان اشنا ښودلی و. او نن مې د وروستي ځل لپاره وژلو ته راغلی، او پوهېږم چې دا ځل مې په ډېرو غمو کې وژني. هو، زما قاتل ملګری احساس دی احساس.
++++
رنځور
(۱)
د کاله مېرمن خپل کوچني زوی ته وايي، چې هله د زړه سره منډه ناظر ته نارې کړه. د خان کوچنی زوی اسلم جان په منډه منډه د ناظر تر کوره ځي او ورته وايي چې ناظر لالا مور مې دې غواړي. ناظر په( یوه مهربانه اواز کې) ښه قربان دې دادی درځم. اسلم جان مخ کې او ناظر (بازمحمد) ورپسې د لوی انګړ دروازې ته ورسېدل، بازمحمد اسلم جان ته کړه چې ورځه قربان بي بي ته نارې کړه.
د خان ښځه(سمینه) چې دروازې ته روانه شوه، نو د کاله خدمتګارانو ورته د اضطراب په نظر وکتل او یو تر بله یې پټ پټ سره وویل چې خدای دې خیر کړي.
(۲)
په یوه توره کوټه کې چې له تورې سمڅې څه کمه نه وه، د خټو په څراغ کې د پندانې تېل سوزېدل او په تته رڼا کې یې د یوه سخت رنځور زیړ مخ ایله بیله ښودلی شو. په کاله کې د رنځور تر خوا په یوه داسې تیاره کې چې د خټو څراغ پرې څه نا څه رڼا اچولې وه، اما د ژوند روح د امېد رڼا په کې هیڅ نه ښکارېده، یو نا امېده مېرمن او دوه واړه بچي یې ناست دي، د ناظر له ننوتلو سره سم د حسن ښځې پلو راسم کړو او پاڅېده.
ستړی مه شې ناظر لالا(ګل مکۍ د حسن ښځې په یوه نیولي اواز کې وویل).
ناظر: ښاده شې، حسن څنګه دی؟
ګل مکۍ: والله لالا ښه نه دی، دا درېمه ورځ ده چې ډوب پروت دی.
ناظر: ګل مکۍ، زما کارونه زښت ډېر دي، ډېرو خبرو ته وزګار نه یم، د جماعت لمونځ هم رانه قضا شو او دا ټول ستا..... په سر. خبره داده چې زه اوس بي بي غوښتی وم، راته یې وویلې چې ګل مکۍ ته ووایه چې پام کوه، نوره مې په دروازه رانه شې او که نه هغه به درباندې وکړم چې لیدلي دې نه وي، نوره هم ډېره په قار وه، ګومان کوم چې خان ته به یې هم ووايي، ګل مکۍ په داسې حال کې چې روغه ترې ساه وتلې وه، وویل، ولې ناظرلالا، خان صاحب ته به څه ووایي؟
ناظر: ولې لا څنګه وي، پرون یې غوښتې نه وې؟
ګل مکۍ: ناظر لالا غوښتې خو یې وم، خو ته خپله وینې، د امین پلار مرګي حال دی، کاله کې ارګانه هم نه وه، پرون مې د قلندر مامانه څه پومبه په ارګانه راوړې وه، چې ورته حلاجي یې کړم او مونږ ته څه اوړه راکړي، چې ماشومانو ته یې پاخه کړم، د رنځور د خوړو او دوا خو د خدای هیله ده، خدای که هیڅ وي، خو واړه مې وږي دي، له لوږې راته ژاړي، درې وخته یې ډوډۍ نه وه خوړلې، ناچاره شوم، چې څه مزدوري وکړم او ماشومانو ته مې یوه مړۍ وچه ډوډۍ پیدا کړم؟
ناظر: خبره یې ورپرېکوي او وايي، ګل ملکۍ ډېرې خبرې مه کوه، زه دې هم له کاره وویستم، زما په کلي کې درې څلور کاره پاتې شول، خدای خبر چې ماته به خان څه ووايي، خو دومره مې درته وویل چې بیا د خان کاله ته ورنه شې.
ګل مکۍ: ناظر لالا ما نه خو دې د خان په یادولو بوټ زړه وویست، خو دا وایه چې اوس څه وکړم؟
ناظر: زه څه خبر یم، زما د وسې کار نه دی، ته پوه شه او بي بي.
ګل مکۍ: اوس که ورته ورشم څنګه به وي؟
ناظر: په داسې حال کې چې له کوټې بېرون وته، په بېرته بېرته کتو کې یې په تاکید تاکید ګل مکۍ ته وویل چې پام کوه، د خان کاله ته ورنه شې او که نه ډېره به دې سپکه کړي او...
ناظر: په تلو تلو کې دا خبرې وکړې او برابر خپل کور ته لاړ.
د ناظر په خبرو او د ګل مکۍ په ناقرارۍ حسن هیڅ پوه نه و، له ځانه نا خبره ډوب پروت و، سخته تبه یې وه او لوڅې پوڅې یې کولې.
ګل مکۍ په خپل ځای په غمو کې ډوبه کېناسته، د غمونو خونړي اباسین داسې لاهو کړه چې هیڅ یې د ساحل پته ورته نه لګېده، په همدې غمو کې به یې کله کله د خپل رنځور مېړه، سختو زګېرویو ته پام شو، چې کله کله به یې سختې پرتې هم ویلې، اما ډېر زر به د خان د ښځې سخت ځواب اود خان زشتې رویې ترې خپل رنځور هېر کړ او سختو غمو به پسې واخیسته. د څراغ پلته هم وسوه او ورو ورو په تېلو کې مړه شوه، د څراغ په مړه کېدو، د رنځور په سختو زګېرویو او د خپلو ماشومانو په سختو ژړاګانو کې د ګل مکۍ د هغوی ډوډۍ غوښتو ته هیڅ پام نه و. د کوټې په سخته تیاره کې یې بلاخره ماشومان هم له ژړا ولوېدل او ستومانه په ځای ویده شول. ګل مکۍ د شپې تر ډېره وخته همدې غمو کې ډوبه وه، څو د خپل مېړه ډېرو زګیروو ته یې فکر شو.
چې له کوټې راووته نو د میاشتې د اخري شپو سپوږمۍ هم نیمايي اسمان ته راغلې وه، له ځانه سره یې وویلې چې: وئ خدایه څه د غمو دنیا ده، شپه خو پخه شوې او زه لا ناسته یم، غمونه خورم. خیر دی خدای مهربان دی، زما دا تیاره دنیا به خدای لکه دا تروږمۍ چې سپوږمۍ رڼا کړه، روښانه کړي، بیا په منډه کوټې ته ننوته، لکه چې دا ټول غمونه یې په خپله یوه تسلۍ هېر کړي وي، خپلو بچو ته یې ځای جوړ کړ او خپل واړه بچي (امین او ثمین) یې پرې سم کړه او خپله هم ورسره پرېوته. خو ډېر وخت یې په چرت وهلو کې تېر کړ، اخر ورته له غمه ډک خوب ورغی، چې سمه یې سترګه پټه شوه، نو په رنګارنګ خوبونو سر شوه، په خوب کې ویني چې د خان د ښځې ننواتې کوي، کله یې زنه او کله یې پښې نیسي، خو هغه په خپلو مزدورانو امر کوي چې په وهلو یې له کوره وباسئ. د کوتک له اول ګوزار سره په بدحال له خوبه پاڅېده، په ډېره وېره یې له ځان سره توبې توبې وویستې. اما د خپل مېړه ډېرو سختو زګېرویو بیا ناقراره کړه. په دې وخت کې یې د چرګ اذانونو ته هم پام شو چې اول چرګ غږونه وکړل، د لېونۍ په شان له کوټې تروره ووته، د بېرون سړه هوا او رېږدوونکي ساړه یې په ځان ولګېده، څه ساعت خو یې هیڅ سړو ته پام نه و او په خپلو غمو کې ډوبه وه، خو وروسته یې یوې توندې سیلۍ ورته جامې لکه د کنګر یخې کړې، نو یې ډېر ساړه وشول او چابکه په کوټه ننوته. په تاخچه کې یې د اور قوتۍ چې له کلي یې سوالي راوړي وه، ډېره ولټوله، خو یې نه مینده، وروسته بیا د خپلو ماشومانو تر څنګ په سخته تیاره کې اریانه کېناسته او په چرتو چرتو کې پرې ملا اذان وکړ.
خلک له کلي یو، یو د لمانځه دپاره ماجت ته لاړل. ګل مکۍ هم خپل ټيکری له ځانه تاو کړ، د لمانځه د ادا کولو دپاره ووته. د سودايي په شان به یې په لاره کې هرڅه، هرڅه له ځانه سره ویل، خدای خبر چې لمونځ به یې څنګه کړی وي، خو د خپلو ماشومانو دپاره ژر راغله، ځکه چې ورپه یاد شول، چې د شپې یې ډوډۍ نه وه خوړلې، چې راغله ماشومانو یې په کور کې بدحال او د ژړا یو شور جوړ کړی و، له موره یې لا هماغه د مانځه په مهال ډوډۍ غوښته. ګل مکۍ په دلاسا دلاسا خپلو بچیو ته تسلي ورکوله، چې ودرېږئ، لږ لمر وخيژي، تاسو ته به ډوډۍ پخه کړم. له زړه یې یو خدای خبر و، د خپل مېړه د پنځه شپږو وختو د سخت نهارتیا او ددوه ورځو سختې رنځورتیا په کاله کې د ارګانې نه لرلو، د ماشومانو له لوږې په ډوډۍ پسې ژړا او په تېره د خان د ښځې سخت ویروونکی ځواب او د خان غوسې یې په زړه د غم غوبل جوړ کړی و او په همدې غمو کې له خپلو وړو بچو سره ځورېده.
(۳)
د سهار د لمر طلايي او زرینو وړانګو نړۍ ته د ژوند الهام راوړ، ټوله نړۍ کې یې د کار او زیار هنګامه ګرمه کړه، د محمد نواب خان په کلي کې دده د دوه درې ورځو مسافرۍ نه د راتګ په باره کې په ماجت کې خبرې کېدې. د سهار د لمانځه نه وروسته، ټول د خان په شخصي حجره کې ټول شول او د خان د ستړي مه شي دپاره یې انتظار ویسته...
خان چې د نیمې شپې نه کور ته رسېدلی و، نو تر سهاره پورې یې د خپلې ښځې د ډېرو شکایتونو نه سترګه نه وه پټه کړې، چې تر څو سهار کېده، نو د کلي ځينو خلکو ناظر او خصوصا د حسن ښځې او حسن ته یې ښه پړسولی و.
له حجرې نه یوه سپينږیري د خان نوکر ته نارې کړه چې: سمندره، سمندره، څه شوې دننه راشه ! سمندر له بېرون نه په زشت اواز کې غږ کړ چې: څه وایې، زه ستاسو نوکر یم که د خان، چې هر یو په خپل وار امرونه کوئ او...
سپینږیري له وېرې په خپل ځای چوپ پاتې او ډېر خړ شو، وروسته یې د کلي خلکو ته وویل، چې مونږ او تاسو خو ډېر انتظار وویست، دادی لوی څاښت شو، ګومان کوم چې خان صاحب به له ډېرې ستومانۍ نه دروند خوب وړی وي، راځئ چې اوس لاړ شو، مازیګر به یې بیا وګورو. بل سړي پرې راخېز کړل، چې کاکا دا څه وایې، څنګه کېدای شي، چې د خان ستړي مه شي پرېږدو او خپلو کارونو ته لاړ شو، تاسو خو یو ځواب دننه ولېږئ، که رانه شي، بیا به ځو.
سپینږیری: هلکه ما چې سمندر ته غږ که، نو د څه دپاره، خو د همدې دپاره چې د کومې خدمتګارې په لاس کورته ځواب ولیږي، چې خان صاحب ته ووايي چې ستاسو نوکران، وفادار خدمتګاران، ټول کليوال د کتو انتظار باسي او ستړي مه شي ته راغلي دي، خو تا واورېده چې سمندر ماته څه وویلې، نو راځئ اوس به لاړ شو. ټول په ګډه زړه او نا زړه په وېره وېره کې له حجرې ووتل او هر یو په خپلو کارو پسې لاړ.
(۴)
حسن خوارکی په کور کې ناست دی، زوړ څادر یې له ځانه چاپېر کړی دی، دوه درې ساعته کیږي چې تبې پرېښی او لږ څه یې په سترګو رڼا شوې ده، خو سخته لوږه او د رنځورتیا کمزوري یې ساعت په ساعت په زړه د ضعف غوټې راولي، مخامخ ته یې ښځه ګل مکۍ ناسته ده، او ډېره غمجنه غوندې ښکاري.
حسن په خپلې ښځې غږ کوي چې: د امین مورې، ولې دومره غمو کې ډوبه یې، خیر دی، خدای به دنیا رڼا کړي، زما اوس تبه شکېدلې ده، خو پښو کې مې زور نه شته، که پښو کې مې لږه زور پیدا شو، خواري، غریبي خو ډېره ده، لاړ به شم روزي رسان خدای دی...
په دې کې یې ګل مکۍ خبره ورپرې کوي او په یوه غمګین اواز ورته وايي: د امین پلاره ! د ماشومانو لوږې، ستا رنځورتیا او کمزورۍ ته مې دومره خیال نه شته، خیره د خان د کاله کوه، په ټول کلي کې ګونګسي دي، چې خان ستا د وهلو دپاره په دېره کې یوه ګېډۍ لښتې پرې کړي دي، حسن په یوه وارخطا اواز کې د تعجب نه ډکه پوښته کوي؟
ولې د امین مورې، ولې؟ په څه مې وهي، په څه په قار دی؟
ګل مکۍ: وړمه ورځ چې ستا سخته تبه وه، له ځان او جهان نه خبر نه وې او ماشومانو له لوږې ډېر، ډېر ژړل، زه مجبور شوم د قلندر له کاله نه مې څه پومبه راوړه او په ارګانه کې مې ورته حلاجي کړه، زه لا په حلاجي ناسته وم، چې د خان مزدور راغی او راته یې کړه چې، ستا وار دی، راشه غنم پاک کړه، خو ما ورته ستا د رنځورتیا او د بچو د سختې لوږې وویلې او سرای ته وره نه غلم، خیال مې و، چې سبا به ورشم، خو ماښام یې بیا ناظر لالا راولېږه، چې پام کوه چې سرای ته رانه شې، که نه هغه چارې به درباندې وکړم، چې په چا نه وي شوي. په دې وخت کې حسن یو سوړ اسویلي وویست او لا یې خبرو ته خوله نه وه جوړه کړې چې په دروازه کې بازمحمد د خان ناظر او ورسره دوه نوکران ودرېدل او دننه انګړ ته یې ورنارې کړې. حسنه وه حسنه ! راشه چې خان دې غواړي.
حسن( خدایه خیر کړې) وویل او په بیړه له خپل ځایه تښتېدلی رنګ راجګ شو. د ښځې یې هم وار پار خطا شو او په خپل مېړه پسې جګه شوه. دوه کوچني ماشومانو په خپل مورو پلار پسې منډې وهلې. ناظر مخکې او د خان نوکران ورپسې او د حسن ښځه او ماشومان یې وروسته په داسې حال کې چې مازیګرني لمر خپل مخ د انساني فجایعو نه د غرو شاته پټ کړی او خپلې ټولې وړانګې یې هم په خپل ځان پسې بللې وې، توند او سوړ باد لګېده، د خان دېرې ته ورغلل.
په دېره کې ډېر خلک ټول شوي وو او په داسې حال کې خان څو کسو ته سخت په قار و او سختې چیغې یې ختې، حسن خوارکی یې په مخ کې ورته ودراوه.
په دېره کې له مسجد نه ښکته یو لوی ډنډ و چې د ماجت جارو شویو لوخو او د دېرې پاڼو یې مخ پوښلی و، مګر ګېډه یې له مردارو او یخو اوبو نه ډکه وه ، له هغه ډنډ نه به خلکو خپل ماشومان او څاروي سخت ساتل. په دېره کې د حسن په ورتګ پټې پټې ګونګسې جوړې شوې، خان په یوه توند او قارجن اواز لګیا شو:
حسنه ! زه ښه پوه یم چې تاسو ډېر سر اخیستی دی، خو اوس به یې درمعلومه کړم، چې زه څوک یم او تاسو څوک یئ. تاسو خو د مزدورۍ او بادارۍ ځای ونه پېژانده. په دې وخت کې چې حسن د خپلې رنځورتیا او د خپلې ښځې د لاچارۍ او د ماشومانو سختې لوږې هرڅه چغې ووهلې، نو په خان یې هیڅ اثر ونه کړو. خپل ډېر قوي نوکر سمندر ته یې امر وکړ چې: سمندره نیسه یې !
سمندر د واره په حسن مټې ورواړولې. د دېرې په یوه ګوټ کې یوې پاک لمنې او ډېرې خوارې مېرمن خپل زوړ ټيکری په مخ نیولی او ورسره دوه ماشومان یې ناست، درې واړه له وېرې او یخنۍ ریږدي او په لپو لپو ژاړي. خان له څه غوسه ناکو خبرو نه وروسته امر وکړ، چې حسن ډنډ ته ورګوزار کړئ !
د مجلس ټولو خلکو د حسن د رنځورتیا په سبب دده د ډېر شفاعت ارزو درلوده، خو خان ته له وېرې هیڅوک نه شو وروړاندې کېدلی. سمندر له امر سره سم حسن خوارکی لکه د یوه وړوکي ماشوم په څېر جګ کړ او ډنډ ته یې ګوزار کړ. د ډڼډ د مخې لوخې لکه د نهنګ خوله بېرته شوې او حسن په کې ورک شو، په دې وخت کې د ګل مکۍ او ددوو ماشومانو ژړا په چیغو بدله شوه. د ډېر وخت نه وروسته حسن د یوه نیم بېسمل مرغه په څېر په سخت حالت غاړې ته ووت او د ډنډه په غاړه بې حال بې مجاله پرېووت. خان په دې وخت کې بیا د وهلو امر وکړ، د خان بې مثاله نوکرانو په یوه وحشیانه حرکت په حسن داسې د لښتو ګوزارونه شروع کړه، چې تاب او توان نور په حسن کې پاتې نه شو او له اخ او ټوخه پرېووت. حسن یې د ماښام په تیاره غوني کې په داسې حال کې چې طبیعت د ټولو په زړونو د غم تور څادرونه غوړولي و، په کټ کې کورته بوت.
د عمر شپې ورځې لکه د باد په شان توندې تېرېدې. په ګل مکۍ هغه د غم شپې په سختو وېرو تېرې شوې او حسن خوارکی په ځوانه ځوانۍ کې د خان د وهلو نه سخت عیبي او عمري رنځور شو او دده نفقه نوره په پښتني مېرمن او دوه ماشومانو شوه.
بي بي ډېره په قار ده. لکه چې ناظر یې بیا راغوښتی دی. ټول چوپ شول. د مازیګر زیړی لمر داسې ښکارېده لکه چې د کوم سخت رنځور په حال زبل شوی وي. د وروستي مازیګر په زیړو وړانګو کې په داسې حال کې چې د اخري مني توند باد لګېده، د سرو په ګاڼو کې پټه مېرمن د دروازې شاته ورغله. د پښو په څپ څپ یې ناظر له ځایه جګ شو، سلام یې واچاوه. سمینې وعلیکم وویلې او په داسې حال کې چې له ډېره قاره یې په ستوني کې خبرې غوټه غوټه کېدې، د دروازې له شا یې وویل، ناظر لالا دا څنګه بې پروا شوی یې. دا پنځمه ورځ ده چې خان ښار ته تللی او تا پوښتنه هم ونه کړه، چې څه کار مار لرئ کنه. ناظر د نا ارامۍ په حال کې وویل:
بې بي زه نو څه خبر یم. خان صاحب خو فضل د خدای د دروازې دوه، درې نوکران او په کاله کې دوه درې خدمتګارې لري، زما کار خو د زمکو د اجارو، د پټو د غلو، د خان صاحب د پیسو او د معاملو سره دی. پرون هم بر کلي ته تللی وم چې د سورګل نه د خان صاحب هغه پروسږنۍ د غنمو روپۍ واخلم، خو په لاس رانه غلې. خدای دې خیر کړي، بیا هم چې ستاسو کار په ما اړه لري، ستاسو نوکر تل حاضر ولاړ دی.
سمینه: ناظر لالا خبرې به ډېرې نه کوو. وخت هم ناوخته دی، لمر په غړغړو دی او دا باد هم څه ښه نه لګیږي، خبره خو داده چې پرون او نن مې دوه درې ځلې د حسن کاله ته ځواب ولېږه چې ماینه یې غنمو پاکولو ته راشي، خو هیڅ درک یې معلوم نه شو. دغه دی اخري خبر مې تاته درکړو، لاړ شه د حسن ښځې ته ووایه چې پام کوه بیا مې په دروازه قدم کښېنږدې. او کنه پښې به دې درماتې کړم. پرون یې وار و، د کاله کار او غنمو پاکولو ته رانغله. خان به خدای راولي، مړ خو نه دی، که خیر وي، کار به یې پرې وکړم.
ناظر: ښه ده بي بي، زه به ورشم خو راته ښکاري چې حسن مرګونی او سخت رنځور دی.
سمینه: نه نه، ناظر لالا، دا خبره به نه کوې، دا په کې تا جوړه کړه، چې وار یې راغی، لا روغ او رنځور په کې له کومه شو، ځه ورشه او ورته ووایه.
ناظر: ښه ده بي بي دادی ځم. سلام یې واچوه خو د علیکم ځواب یې وانه ورېده. د ماښام تیاره غونې وه چې ناظر د خان له دروازې وارخطا ووت.
بازمحمد چې د جومات له خوا نه تېرېده، نو ملا د ماښام له اذانه خلاص شو، خلکو د لمانځه دپاره تکبیرونه وویلې، خو بازمحمد خوار له ځانه سره کړه چې څه وکړم، د بي بي ضروري ځواب دی، ځم کلي ته خیر دی، لمونځ به په کومه چوتره موتره وکړم. لاړ به شم د حسن کاله ته به د بي بي ځواب یوسم.
باز محمد تلو تلو کې د لمانځه قرات اورېده، له ځانه سره لګیا و، چې خدایه څه دنیا ده، ستا له وېرې مې لمونځ ونه کړ او د خان د ښځې له وېرې کلي ته روان یم. خو څه وکړو، د مجبورۍ دنیا ده. بازمحمد په همدې فکر کې و، چې د کلي خواته ورسېده، د کلي ښځو چې په چوترو لمونځونه کول، نو یوې او بلې ناظر ته په حیرانۍ وکتل، چې ناظر خو ډېر په لمونځ میین دی، څنګه یې د جماعت لمونځ پرېښود او په بیړه بیړه کلي ته روان دی.
بازمحمد په چابکو قدمو برابر د حسن کاله ته ورسېد. د کور په مخ کې یې څادر وغواړه، لمونځ یې پرې ژر ژر وکړ، دعا یې هم ونه کړه او برابر په کور ورننوت.
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۶۲- ۱۳۷۵ مخونه/ پښتو ویکيپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
----------------
عبدالباري اشنا
عبدالباري اشنا د محمد نور زوی، په ۱۹۲۶ع = ۱۳۰۵ل کال د کندهار په بالاکرز سیمه کې زیږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په ميرویس بابا ښوونځي کې او ثانوي زده کړې یې په احمدشاه بابا لېسه کې وکړې او په ۱۹۴۸ع = ۱۳۲۷ل کال له دولسم ټولګي فارغ شو. بیا د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال ترې فارغ شو.
تر فراغت وروسته د کندهار په احمدشاه بابا لېسه کې ښوونکی شو. په ۱۹۵۶ع =۱۳۳۵ل کال د همدې لېسې مرستیال وټاکل شو او یو کال وروسته یې مدیر شو. په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال د احمدشاه بابا لېسې د مدیریت ترڅنګ د کندهار د پوهنې مدیر هم شو.
په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د پوهیالي په علمي رتبه د علمي کادر غړی شو؛ خو دشخصي مشکلاتو له امله یې دا دنده پرېښوه او په کندهار کې د وړیو اوبدلو په فابریکه کې د مراقبت مدیر شو.
له لیکوالۍ سره یې د ښوونځي له وخته مینه لرله او لیکلي مضامین به یې په طلوع افغان ورځپاڼه کې خپرېدل، په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال یې د «ادبیات» په نامه یو اثر ولیکه چې په طلوع افغان کې پرله پسې خپور شو او وروسته مستقل هم چاپ شو.
اشنا شاعر نه و، خو نثري لیکنې یې کړي دي او د لیکوالو په لړ کې د یادونې وړ دی.
عبدالباري اشنا د ۱۹۶۸ع کال د اګست په ۲۳مه = ۱۳۴۷ل کال د سنبلې ۱مه نېټه د بلوچستان په کوټه کې وفات شوی او دوه ورځې وروسته په کندهار کې خاورو ته سپارل شوی دی.
اثار:
۱.ادبیات، ۱۳۳۶ل کال، کابل
د نثر نمونه:
د ادب کلیمه
د ادب د کلیمې د رېښې او منشاء په شاوخوا کې دوه ډوله نظریې سته. یوه هغه نظریه ده چې ادب اصلا عربي کلیمه بولي او ددې منشاء او ريشه سامي ژبو پورې تړي. دویم هغه اقوال او ارا دي، چې ادب اریايي کلیمه بولي او په عربي کې یې دخیله کلیمه ګڼي:
۱.نلینو ایټالوي مستشرق داسې خیال کوي، چې د ادب کلیمه په نوې معنا له اداب څخه اخیستل شوې ده چې هغه د د داب جمع او معنا یې خوی ده. نو له ادب څخه څرنګه چې د بیر( څاه) او ريم (هوسۍ ) جمع ابار او ارام جوړې کړي دي. دغه ډول داب یې هم د یوه حرف په قلب سره اداب جمع کړی دی او هغه وخت چې ددغې جمع استعمال په عربو کې ډېرشوی دی، نو یې د هغې اصلي مفرد چې داب دی، هېر کړی او ادب یې تصور کړی دی، ځکه نو وروسته د داب پر ځای ادب منځ ته راغلی دی او د پخوانۍ معنا پرځای یې یوه نوې معنا پیدا کړې ده.
۲.مصطفی صادق او جبرسنوبط چې دواړه د مصر او سوریې د معروفو لیکوالو څخه دي، وايي چې د اداب کلیمه د پوهنې او فرهنګ په معنا په عربي ژبه کې د جاهلیت په وخت متسعمله وه او په نورو سامي ژبو کې لکه عبري، هم ريښه لري په احادثو او تورات کې هم ښوولې ده او د هذب تهذیبا د کلیمو مشابه یې بللې ده.
۳.داکټر لهه حسین وايي چې د استاد نلینو نظریه د ادب د کلیمې په اصل او ریښه کې خیالي او فرضي اساس لري او یوه ښکاره علمي قرینه نه شته چې دا ثابته کړي چې د ادب لفظ له داب څخه اخیستل شوی، یا له اداب څخه چې د داب جمع ده مشتق شوی دی. د عربو د جاهلیت د دورې څخه هم داسې عبارت نه دی پاته چې دا کلیمه په کې ذکر شوې ده، هغه دا حدیث شریف دی چې ادبني ربي فاحسن تادیبي، خو هلته هم یو قاطع دلیل نه شته چې دا کلیمه دې د حضرت نبي صلعم په خبرو کې یاده شوې وي، نو ځکه داسې یو سند چې د ادب کلیمه او د هغې د نورو مشتقاتو معرفي یا استعمال تر اسلام دمخه یا د اسلام په عصر کې وښيي. په صحیح صورت وجود نه لري. دی وايي: هغه مدارک او ماخذ چې ددې کلیمې ذکر په کې شوی دی، د امویانو په زمانه پورې اړه لري او اول وار دا کلیمه د تعلیم په معنا وه او هغه چاته به یې مودب ویل چې د عربو د جاهلیت د زمانې اخبار او اشعار یې زده کول او د زړورو خلکو سرګذشت به یې لټاوه او د هغو بیان به یې کاوه. نو ښايي چې دا کلیمه دې د یوې عربي لهجې څخه چې وروسته ورکه شوې ده، د حجاز عربي ته ورګډه شوې وي، مګر دا چې هغه کومه لهجه وه، معلومه نه ده او پیدا کېده یې ګران دي.
دا هغه نظریې وې چې د ادب کلیمه یې د عربي ژبې څخه ګڼلې ده او هغه نظریې چې دا کلیمه په عربي ژبه کې دخیله بولي اصل او منشاء یې له اریايي ژبو څخه شمېري دادي:
۱.انساس وايي: که څه هم زما نظریه د ادب د کلیمې د ريښې او منشاء په شاوخوا کې ښايي د ټولو لغویانو او مشتشرقینو له نظریو څخه مخالفه وي، خو بیا هم وایم چې د ادب او ادیب کلیمې عربي نه دي، بلکې د یوناني ژبې څخه عربي ته داخلې شوي دي او ادیب او ادوپیس(Eduepes) څخه اخستل شوې ده. چې دا کلیمه هم د (snp) ښه او (Epes) خبرې څخه مرکبه ده، چې د دواړو مفهوم « ښه خبرې کوونکی» کیږي.
۲.یو بل سړی چې یعقوب حروف نومیږي، وايي چې د ادب کلیمه د ایدوماس (Edomes) یوناني کلیمې څخه مشتقه ده، چې معنا یې خوړل دي.
۳.احمد خفاجي د یوولسمې پېړۍ مدقق د ادب کلیمه په عربي ژبه کې دخیله کلیمه بولي او وايي چې عربو په ابتدا کې د ادب د کلیمې څخه ښه خوی او ښه کولو معنا اخیستل، مګر د اسلام تر ظهور وروسته خلکو ادیب د شاعر دپاره او ادب یې عربي ته وضع وکړ.
۴.طباطبايي وايي چې ښايي ادب او ادیب د فارسي د دیپ، دب، دبیر، دبستان څخه مشتق شوې وي چې معنا یې لیکل ده.
۵.دهخدا په خپله لغت نامه کې وروسته تریوه اوږده تاریخي بیان چې د ادب د کلیمې په شاوخوا کې یې لیکلی دی او د هخامنشي د وخت د کتیبو دیپ او دیپي یې د ادب د کلیمې اصلي ريښې او منشاء بللې ده، دا یې هم لیکلي چې دوب (Dub) د سومري په ژبه کې د لوحې او لیک معنا لري چې وروسته له دغې ژبې څخه دا کلیمه د اکه ټبرو ژبې ته د دوپیو (Duppu) او توپو (Tuppu) په شکل ورسېده او تر دې په ایسته بیا په ارامي ژبه ګډه شوه او دوپ شوه چې د لوحې او صفحې معنا یې درلوده او په پای کې عربي ژبې ته ورغله او دف شکل یې وموند چې د لوحې معنا یې هم ورکوله.
دا وه هغه نظریات او پلټنې چې د ادب د کلیمې په شاوخوا کې و ماته معلومه وه او تر هغه اضافه نه یم خبر چې دا تحقیقات به اوس ترکومه رسېدلي وي؟
(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۷۷-۱۳۷۹مخونه/ پښتو ویکېپيډيا/ د لیکوال یادښتونه)
-----------
الهداد
حاجي الهداد د اخترمحمد زوی، په خټه پوپلزی د ۱۸۹۳ع = ۱۲۷۲ل په شاوخوا کې د کندهار ولایت لویدیځ خواته په پنجوايي سیمه کې زیږېدلی دی.
ده سور له وینو ډک مخ، شنې سترګې، ببرې څڼې، غښتلی بدن او لږ ټيټ قد لاره. په ۱۹۲۸ع = ۱۳۰۷ل کال د حرمینو شریف په زیارت هم مشرف شوی و.
داسې ښکاري چې ده زده کړې نه وې کړي او شاعري یې ولسي وه، ځکه چې ده خپل شعرونه د لیکلو په ځای په حافظه کې ساتل. ده تر زرو قطعو زیات شعرونه ویلي وو.
دده د شعرونو زیاته برخه قصې او عشقي وه. ده به خپلې غزلې په خپله هم ویلې او لوړ غږ یې درلود. دده د وروستي ژوند په اړه نور معلومات ترلاسه نه شول.
د نظم نمونې یې:
مخ دې څراغ، سینه دې باغ، په کې صفا ګلونه
لبان دې دواړه شکري، لرې عجب خیالونه
یو وار دې راکړ د عشق جام رسوا دې کړم پر جهان
اوس دې چاپېر کړه پر ما باندې د هجران غمونه
مخ دې مشعل چېرې به بل وي د لایق حضور ته
پر ما دې ولې کړه راستانه د بیلتون وارونه
کوم زاري، په هر ګړي، محتاج دې یم د لیدن
پر دردې پروت یمه زخمي کوم له تا سوالونه
پر تا شیدا پر تا فدا دی دا زما سرو مال
ستا پر روزه که باري(ج) کېښوول زما لاسونه
دنیا قفس عمر عبث راباندې تېر شو ربه !
د الهداد په زړګي باندې د جانان داغونه
+++
زمونږ پېشوا
زمونږ پېشوا دی چې په ورځ به د محشر راځي
پاک نبي سرور راځي
زمونږ پېشوا دی چې پیدا د حق له نوره نبي
دی شو ظهوره نبي
د مستقیم ناره یې ولاړه حسن پوره نبي
علم معموره نبي
تر ټول خوبانو بهترین شاه افسر راځي
پاک نبي سرور راځي
زمونږ پېشوا دی باري رب پر ده نازل کئ قران
دا وو احکام د سبحان
په عربي ژبه راوستاوه زمونږ پر جانان
راوړی مونږ پر ایمان
ایات ایات له حق تعالی څه دا خبر راځي
پاک نبي سرور راځي
زموږ پېشوا دده په روی باري پیدا کئ جهان
ملک فلک انس و جان
عرش و کرسي، لوح و قلم بل دا زمین و اسمان
دا رنګا رنګ په ښه شان
دده په روی پر دې اسمان شمس و قمر راځي
پاک نبي سرور راځي
زموږ پېشوا دی چې خاتم النبیین دی رسول
حسن المبین دی رسول
تاج د لولاک یې دی پر سر غمی سنګین دی رسول
د رحمت سین دی رسول
د انبیا د سر حلقه خیر البشر راځي
پاک نبي سرور راځي
زموږ پېشوا دی اخر ولاړئ له تاسو نه رویدار
د دواړو کونو سردار
موږ به ټوله ورپسې ځو دغه د هر سړي لار
د دنیا پاته روزګار
دا حواله د مرګ د هر سړي پر سر راځي
پاک نبي سرور راځي
زموږ پېشوا دی شب و روز زه الهداد ږغېږم
لکه چندڼ سولېږم
د خپل دلبر پر مخ شیدا یم لکه موم ویلېږم
په خپل ځان نه پوهېږم
زړه مو په ښه دی چې نبي مو شفاتګر راځي
پاک نبي سرور راځي
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۸۰- ۱۳۸۱ مخونه)
------------
حفیظ الله امین
حفیظ الله امین د حبیب الله خان زوی په ۱۹۲۸ع ډسمبر = ۱۳۰۷ل جدي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په قاضي خېلو کې زیږېدلی دی.
دی لا وړوکی و چې پلار یې وفات شو او دده روزنه یې د مشر ورور عبدالله په غاړه شوه. لومړنی ښوونځی یې په پغمان کې ولوست او د ثانوي زده کړو لپاره په کابل دارالمعلمین کې شامل او ترې فارغ شو. بیا د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې شامل او ترې فارغ شو.
په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال د کابل د ابن سینا لېسې ښوونکی وټاکل وشو او بیا د دارالمعلمین مدیر شو. تردې وروسته په پوهنې وزارت کې د ښوونکو د روزنې د لوی مدیر په صفت وټاکل شو.
امین په دغه وخت کې د زده کړو لپاره په ۱۹۵۷ع = ۱۳۳۶ل کال امریکا ته لاړ او هلته یې په کولمبیا پوهنتون کې په ښوونه او روزنه کې ماسټري وکړه.
تر راستنېدو وروسته د کابل پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د پوهنیار په علمي رتبه استاد وټاکل شو.
په ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل کال د ډاکټرۍ اخیستو لپاره یو ځل بیا امریکا ته لاړ او هلته یې درسونه ولوستل. په امریکا کې د افغان زده کوونکو د ټولنې مشر هم و، دا وخت یې له سیاست سره مینه پیدا شوه او په پانګواله نړۍ کې یې مارکسیستي نظریات خوښ شول.
خو د ډاکټرۍ دوره یې پای ته ونه رسوله او بېرته هېواد ته ستون شو. دلته یې له نورمحمد تره کي سره اړیکي ټينګ کړل اوله نورو سره په ګډه یې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند تاسیس کړ. د ګوند په سپارښته یې د ولسي جرګې په دولسمه دوره کې له پغمان نه ځان کاندید کړ، خو بریالی نه شو.
بیا یې په رابعه بلخي ښوونځي کې یو کال د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه او بیا درې کاله د ابتدايي تدریساتو د ریاست غړی و.
د ولسي جرګې په ۱۳مه دوره کې یې یو ځل بیا له پغمان ولسوالۍ ځان کاندید کړ او دا ځل بریالی شو. څلور کاله د افغانستان د ولسي جرګې غړی و.
په ۱۹۷۳ع = ۱۳۵۲ل کال د داود خان له کودتا وروسته ده د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند په پلوۍ د افغانستان په پوځ کې نفوذ وکړ او ګڼ شمېر پوځي کادرونه او صیب منصبان یې د ګوند ملګري کړل.
د ۱۹۷۸ د اپرېل په ۲۶مه = ۱۳۵۷د ثور په ۶مه د سردارمحمدداود خان په مشرۍ د افغانستان جمهوریت د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند څو تنه سرکرده مشران بندیان کړل، خو حفیظ الله امین ترې پاتې شو. ده دا وخت په پوځ کې خپلو نفوذیانو ته د کودتا کولو امر وکړ، پوځيان راووتل، ارګ یې کلا بند کړ. داود خان او د کورني غړي یې ووژل او واک یې په لاس کې واخیست. دا وخت نورمحمد تره کی د افغانستان ولسمشر او حفیظ الله امین او ببرک کارمل یې مرستیالان شول. دا حالت روان و، چې ددوی ترمنځ اختلافات پیدا شول، ببرک کارمل یې له هېواده ویوست او په اروپا کې یې د سفیر په توګه وټاکه. د هغه واکونه هم امین ته پاتې شول. بیا تره کی په بهرني سفر لاړ او تر بېرته راستنېدو وروسته ددوی او د پلویانو ترمنځ یې د اختلافاتو په دوام په ارګ کې سره ونښتل، خو امین بریالی شو، چې تره کی بندي کړي او تر وژنې وروسته یې اعلان وکړ چې تره کی د کومې ناروغۍ له امله مړ شو او د ۱۹۷۹ع کال د سپتمبر په ۱۴مه = ۱۳۵۸د سنبلې په ۲۳مه نېټه حفیظ الله امین ځان د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ.
د ۱۹۷۹ع کال د ډسمبر په ۲۷مه = ۱۳۵۸ د جدي ۶مه، روسان په خپلو ټانکونو کې افغانستان ته راغلل، امین او ساتونکي یې ووژل او ببرک کارمل یې د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ. په دې توګه د حفیظ الله امین ۱۰۳ورځې واکمني پای ته ورسېده او د ښخېدو ځای یې هم معلوم نه شو.
امین له سیاسي شخصیت ورهاخوا لیکوال هم و. شاعري یې نه کوله، خو پښتو سیاسي او اجتماعي مقالې یې لیکلې چې د وخت په خپرونو کې خپرې شوي دي. دده کوم ځانګړی اثر تر اوسه نه دی خپور شوی، خو ده ویلي چې د « ژورې څېړنې» په نوم یې یو اثر د چاپ لپاره پښتو ټولنې ته سپارلی و. دغه راز دده د ویناوو ټولګه هم په دې وروستیو کې په کابل کې چاپ او خپره شوې ده.
د نثر نمونه:
استعمار او د پښتونستان واقعیت
انسان یو متکامل اجتماعي حیوان دی او د انسان تکامل د اجتماعي او اقتصادي ژوند پراساس یو تاریخي واقعیت دی، چې دغه اجتماعي او اقتصادي ژوند هم په تاریخي جریان کې د محیطي اشیاوو دننه دننه د متضادو عناصرو د تعامل محصول دی او د انسان د اجتماعي ژوند تحولاتو د اقتصادي عواملو تر اغېزې لاندې تاریخي واقعیت اختیار کړی دی.
انسان اصلا پاک او ازاد خلق کیږي. محیطي او اقتصادي عوامل دي چې د انسان پاکوالي او ازادۍ ته صدمه رسوي او د انسان په ژوند کې د تحولاتو د ایجاد باعث ګرځي او د تکامل دورې یې یوه بلې پسې راوستلي دي. ابتدايي انسان د طبیعي عواملو او فردي استثمار په مقابل کې په انفرادي ژوند سره مقاومت ونه شو کړای، نو هرومرو یې د داسې ټولنو تشکیل ته مخ کړ، چې ددوی د ژوند مصونیت په کې تامین شي، نو وړې کلیوالې ټولنې یې تشکیل کړې. کله چې په دغو وړو او کلیوالو ټولنو کې هم ددوی ژوند اقتصادي ثبات ونه موند او ددغو ټولنو ترمنځ تجاوزاتو هم ډېر قوت وموند، نو مخ په لویو ټولنو شول او فیوډالي سیسټمونه یې منځ ته راوستل، چې په خپل وخت کې ډېر مترقي او ډېر مناسب تصور کېدل. البته کله چې فیوډالېزم په قدرت کې و اود ارتقا سیر یې لا په ډېر سرعت مخ په خپل معراج و، هیڅ ضعیف او معروض په زوال نه تصور کېدو؛ ځکه په تاریخ کې په خپل وخت او خپل ځای کې واقع و.
فیوډالېزم هم د سرمایو د تجمع، مهاجرتونو، اکتشافاتو او اختراعاتو په ظهور سره مخ په زوال شو، لکه چې فیوډالېزم د عروج او نهايي قدرت په وخت کې ابتدايي ژوند، غیرمترقي او نیمګړی تصور کېده او هرڅه د فیوډالېزم خواته متمایل وو. اوس په فیوډالېزم باندې اعتراضات شروع شول او د زاړه سېسټم خطاب ورته کېده. د فیوډالي سېسټم محلي استحصال او محلي استهلاک مات شو. لویې لویې صنعتي تولیدي پروژې او لویې فابريکې اختراع شوې او په کار ولوېدې. صنعتي محصولاتو د محلي استهلاکانو څخه زیاتوالی پیدا کړ. محلي (اومو) موادو د فابریکو د جریان لپاره کفایت نه کاوه. همدلته د تور استعماري دیو نطفه پیدا شوه. د بشر د وینې تویولو، چورولو، عمومي قتلونو، کلي او کور او بلاخره د ولسونو د سوزولو هوس چې په شخصي او فردي ګټو او د نورو په استثمار بنا دی، موجودیت پیدا کړ. نو د لویو قدرتونو خاوندانو وغوښتل چې د خپلو فابریکو د مطلوب جریان لپاره ارزانه اومه مواد د خپلو پخو موادو لپاره ګران بازارونه پیدا کړي او د نورو ولسونو د ډېرو ټيټو اجورو د کارګرانو په واسطه یې په کار واچوي. نو د نورو په ملک او ملیت یې تېری او تجاوز وکړ او استعماري تاریخ له همدې ځایه شروع شو.
استعماریونو د خپلې ارزو د تامین دپاره له هیڅ ډول خلاف انسانیت کارو نه مخ وانه ړاوه. څرنګه چې ددوی دغه ارزو د نورو هېوادونو په حقوقو باندې تېری و، نو د هغو هېوادو د ولسونو له مقاومتونو سره مخامخ شول. په مقابل کې استعماریونو په لویولو سیاسي او عسکري قدرتونو د نورو ولسونو په سیاسي او اجتماعي حقوقو تېری شروع کړ، تردې پورې چې مطلق نژادي تفوقونه، غلامي او له ټولو انساني حقوقو څخه محرومول یې په ډېر افتخار سره رایج کړل.
انګلیس چې د استعمار په تاریخ کې یو خاص موقف لري او د ډېرو ملتونو له انساني حقوقو نه یې ډېرې ناجایزې استفادې کړي دي، ډېر خلک یې ووژل او په ډېرو فجایعو باندې یې خپل تاریخ ننګین کړی دی، چې په دې سلسله کې یې په هند باندې هم تسلط پيدا کړ. د هند قاره ددوی د صنعتي فابریکو د محصولاتو لپاره ډېر لوی بازار و؛ د هند قارې چې ددوی لپاره د طلايي زمکې حیثیت درلود، د انګلیسانو د عیش او نشاط بازارونه ورباندې تاوده او د بادارۍ او مطلق العنانۍ نیلی یې ډېر مست او په شنهار و.
کله چې دوی د بنارس پېغلو د تیکو اوبدلو په واسطه د خپلو منسوجاتو بازار په هند کې له خطر او زاوال سره مخامخ حس کړ، نود هند د ډېرو پېغلو ګوتې یې پرې کړې، چې هیڅ چاته د لږ ابتکار جرات هم پاتې نه شي. دا یوازې د انګلیس د ظالمانه اعمالو مثال نه دی، بلکې د ټول استعماري سېسټم له هویت څخه نماینده ګي کوي. استعماریون یوازې یو هدف لري، چې هغه د نورو د زیار، ژوند او کار په واسطه د شخصي منافعو تامینول دي. په همدې ډول د انګلیس ملت د ستر استعماري ولس په حیث د مستعمراتو د ولسونو په وینو د خپلو شرابو پیالې ډکولې.
د هندیانو پرغلامۍ او محکومولو د انګلستان سرمایه دارانو د اقتدار تاج ډېر لوړ ولاړو. د هندي مزدورکارو په ډېرې لږې اجورې ددوی د هوا اوهوس هرډول وسایل تهیه کېدل. په دې وخت کې چې انګلیسانو د هندیانو په ځان او مال لوبې کولې، د پښتنو په لوړو غرو کې د ازادۍ نغمې ږغېدې او د پښتونخوا په فضا کې ازادو بازانو الوتنې کولې. انګلیسان دې حساس وضعیت ته متوجه شول او وپوهېدل چې دغه د ازادۍ مشعلونه چې د هند په شمال کې په روښانه ډول بلیږي، هرومرو په هند کې هم د ازادۍ وړانګې خپروي. له استعمار څخه ډک لاس یې د پښتنو خاورې ته هم را اوږد کړ. سره له دې چې له امو څخه تر اباسیند پورې ټول ولس پوره یوه پېړۍ له استعماریونو سره لاس په ګرېوان و او د ازادۍ مجادلو یې دوام درلود، نو په ډېر جبر، ډېر خلاف طبیعت او د اقتصادي ګټو د ساتلو د قدرت په واسطه یې د پښتنو له خاورې یوه ټوټه په خپل زړه بېله او په برتانوي هند پورې یې وتړله او د طبیعي افغانستان طبیعي وجود یې د استعمار په خنجر دوه ټوټې کړ او ټول پښتانه یې په دغه مجادله کې اخته وساتل.
کله چې استعمار له خپل ټول اقتصادي سېسټم سره په تاریخي جریان کې له زوال سره مخامخ شو. د ازادۍ، د خپلو حقوقو د ګټلو او ساتلو، د استثمار او فردي انتفاع د انحطاد وخت شروع شو. په ټول هند کې هم د استعمار مقتدردېو د ازادۍ خنجرونه وخوړل ا و په دې تازه او له تاریخ سره سمو مجاهدو کې پښتنو ډېره لویه برخه واخیسته، ډېر پښتانه په دې لار کې شهیدان شول. ډېر پښتانه مشران او ځوانان د جېلخانو تورو ښامارانو وخوړل. خو کله چې انګلیسي استعمار د هند د خاورې پرېښودو ته مجبور شو، بیا یې هم د پښتون قام پر ټول ولس باندې ډېره کلکه ضربه وارده کړه، چې د هند خاوره یې په هندوستان او پاکستان ووېشله او د انګلیس حکومت په خپله د پاکستان ترڅنګ ودرېده او د پښتنو هغه خاوره چې جبرا یې له خپل اصلي او طبیعي وطن څخه بېله شوې وه، قهرا او په ډېر زور سره په پاکستان پورې وتړله.
انګلیسان په دې ارزو کې دي چې سره له دې چې ټول جهان مادتا اومعانا تغییر موندلی دی، بیا هم خپل استعماري منافع تامین کړي او د پاکستان سره د نظامي ډلو او تړونو په ذریعه د نړۍ په دې ګوټ کې خپل سیاسي موقف حفظ کړي. خو اوس هغه ماحول او هغه شرایط وجود نه لري، تاریخ استعمار په څېېړه وهلی دی، هغه تاریخي دوره تېره شوه اوس تاریخ څټ ته ګرځي او د هغې زړې ونې ښاخونه په هیڅ صورت نه شي ټینګېدای. دا هم واضحه ده چې استعمار په خپله تاریخي دوره کې د کوم مخصوص سړي او یا مخصوص کام ابتکار نه و او نه د استعمار دغه زوال په کوم مخصوص سړي پورې ارتباط لري. هغه یوه تاریخي دوره وه او دا بله. هغې دورې استعمار وروزه، استثمار د هغې دورې یوه مهمه خاصه وه.
دغه نوې تاریخي دوره استعمار وژني. له خپل زحمت څخه په خپله ګټه اخیستل ددغې دورې مهمه خاصه ده. په دې دوره کې هرڅه په خپل طبیعي جریان کې ځای نیسي. غیر طبیعي او له محیطي او مادي عواملو سره مغیير عمل دوام نه لري. پښتونستان چې په غیرطبیعي توګه له خپل اصلي وجود څخه بېل شوی دی او د پاکستان یوه برخه ګڼل شوې ده، له طبیعت څخه مخالف کار او په غیرطبیعي صورت د پښتنو د سالم وجود په جبر سره د دوه ځایو کولو کار دی.
نو هر پوه او مفکر سړی چې له عملي تدبیر څخه کار اخلي، پوهیږي چې انسان ازاد پیدا کیږي او ازاد باید واوسیږي او په ازادۍ کې باید مړ شي، نو که څوک له دغې طبیعي لارې څخه منحرف کړای شي، د طبیعت له قانون څخه مخالف کار او په انسانیت باندې یو فجیع تجاوز دی او څوک چې له انسانیت څخه مخالف د نورو په اسارت کې خپلې ګټې لټوي او د تاریخ جبر په نظر کې نه نیسي اود نورو له منافعو څخه د ځان لپاره سود او فایدې برابروي، په تاریخ کې به د ظالمانو او غاصبانو نسبت ورته کیږي او هغه څوک چې ددغو ظالمانو په مقابل کې مجادله کوي، واقعي انسانان دي او د تاریخ له اقتضااتو سره سم حرکت کوي. نو د پښتونستان مجادله د پښتنو د دوه ټوټې وجود درد احساس د هندوکش او د سلیمان د غره د لمنو د امو او اباسین د غاړو طبیعي یووالی حس کول او د هغو لپاره مجاهده کول له انسانیت سره پوره سمون لري او پوره انسانیت دغه مجادله ایجابوي.
که څوک د تاریخي تضادونو تر رڼا لاندې د پښتونستان مسله مطالعه کړي هم ویني چې د نورو په وینو لمبېدل او د نورو له ژوند څخه استفاده کول د ملي احساس او خپلو حقوقو د ګټلو او د خپل زیار څخه په خپله استفاده کولو په واسطه زوال مومي او بالضرور د استثمار نابودي او واقعي ازادي منځ ته راځي. د نړۍ اوسني شرایط ټول یو نوی لوري ته میلان لري، چې هغه د استعمار ورکېدل او له طبیعي او مادي کیفیت سره سم د ولسي واقعیت قوت موندل دي. نو هر هغه څوک چې غواړي دغه حرکت محوه کړي ناپوهۍ څخه سرپه دېوال وهل او د سړې وسپنې ټکول دي. که په رښتیا معقولانه حرکت او رښتینی واقعیت لټول هدف وي، نو د پښتونستان ددغه مصنوعي او غیرمعقول حال د اختتام لپاره باید مجادله وشي. غیر له دې هرعمل د استعماریونو د ړندو سترګو له عمل سره شباهت لري.
هو! که د نړۍ عمومي جریان په نظر کې ونیول شي؛ که په نړۍ کې د سېسټمو د ارتقا او زوال مراحل او عوامل مطالعه شي، که د نړۍ ټول وقایع تحلیل شي، د هر جریان هرې مرحلې او هرې واقعې په اساس پوره ښکاري چې هرڅه کله چې له نوي او متضاد عنصر سره مخامخ شوي دي، وروسته له دې چې خپل مراحل یې طي کړي، نو ځای یې بل نوي عنصر ته پرېښی دی. اوس چې په نړۍ کې استعمار د خپل عمر د زړښت په مراحلو کې دی او خپله کمپله ورځ په ورځ ټولوي او د خپل کامل مرګ لپاره ترتیبات نیسي، پښتونستان هم د همدغې نړۍ جز دی، د ټولې نړۍ په خیر او شر کې برخه لري، هر عمومي وضعیت چې په ټوله نړۍ راځي، دلته هم هرومرو وقوع پیدا کوي. مونږ ټول د نړۍ په تاریخ کې اشتراک لرو. د نړۍ له تحولاتو سره به مونږ ټول تحول کوو، په دې اساس د استعمار پرضد مجادله چې نن په ټول جهان کې په ډېر قدرت سره جریان لري، مونږ هم حتما په دې مجادله کې برخه لرو. داده چې د هر هغه فرد چې د افغانستان د طبیعي حدودو ترمنځ ژوند لري، د نړۍ، د بشریت د عمومي خیر او اصلاح په سلسله کې د یو بشردوست او ملت پرست فرد په حیث په دغې مجادله کې برخه لري او زیار کاږي چې د پښتونستان په خاورې کې زرترزره دغه غیر طبیعي او استعماري حالت ته خاتمه ورکړی شي. او پرې نه ږدي چې پښتانه په خپله د خپل زیار او د خپلو مټو په واسطه خپل ځانته جهان جوړ کړي او هر هغه عمل چې له دې جریان سره مخالف وي، له انسانیت سره مخالف او له تاریخ سره مغایر عمل بولي او هرڅوک چې دغه مجادله خپله فرضیه نه تصور کوي، په انسانیت کې یې نوی نظر کول په کار دي.
که د پښتنو په خاوره کې نېشنلېزم وڅېړل شي، هم پوره ښکاري چې د پښتونستان مسله د هر هغه فرد دپاره چې د امو او اباسین ترمنځ ولس پورې ارتباط لري، مهمه تاريخي مسله ده.
د فیوډالېزم له انحطاط سره سم نېشنلېزم هم قوت وموند. د فرانس د لوی انقلاب ډېرښه زېری د نېشنلېزم ډېر لوی قوت او قدرت و. پښتنو هم په شرق کې ځانته ملیت، ځانته هویت، ځانته شهرت او ځانته موجودیت تل حفظ کړی دی، سره له دې چې د اسلام مبارک دین ته د پښتنو په خاوره کې په ډېره درنه سترګه کتل شوي دي او د ډېرو لویو مجاهدو په واسطه له دغې خاورې څخه ځينې نورو ځایو ته نشر شوی هم دی، خو د پښتنو ملیت په ټول اسلامي جهان کې د راڼه ستوري په څېر پاتې شوی دی. اوس د پاکستان واکداران په هغه دلیل چې تاریخ یې د ماضي شاهد دی، د پښتنو په خاوره خېټه اچولې، غواړي چې د استعماریونو په حمایت د پښتنو هغه وطن چې پښتونستان نومیږي، له منځ نه ورک کړي او ددې مقصد لپاره یې د اسلام له مقدس نامه څخه داسې سوء استفاده کړې چې غواړي ټول تاریخي واقعیت غلط ثابت کړي، خو غافل له دې دی چې د نړۍ د نېشنلېزم قدرت که د ژبې، ګډ تاریخ، د مخصوصې خاورې، د سیاسي موجودیت، عاداتو او ثقافت د اختلاط او اشتراک محصول وي، زمونږ نېشنلېزم هم دغه ډول ډېر پاخه اساسات لري. د پښتنو مشترک تاریخ، ګډ اقتصادي منافع، مشترک طبیعي شرایط ددوی د ډېر قوي نېشنلېزم سرچینه تشکیلوي. نېشنلېزم چې د استعمار پر پيکر باندې ډېره قوي ضربه حواله کوي، نو د پښتنو له خوا هم دادی په استعمار باندې ډېر کلک کلک وارونه کیږي او هر فرد د ملي احساساتو په اساس او په دې مفکوره او ټينګ ایمان چې دې مسالې ته په کم نظر کتل او لږ اغفال کول ملي خیانت، د استعمار له محال دوام سره مرسته کول او له تاریخ سره مخالف عمل دی، په ډېر شعوري او مفکرانه ډول د پښتونستان د ازادۍ لپاره د سر ورکولو او نور هر ډول ایثار لپاره میدان ته دانګلي دي. که په چا ښه لګيږي یا بد، که د چا خوښ وي او یا نه ، که څوک یې غواړي او یا نه، په هر صورت او په هر حال کې به د پښتنو دې غیر طبیعي وېش ته خاتمه ورکوي، پښتونستان به ازاد او د پښتنو په خوښه به ازاد حکومت جوړوي.
د پاکستان واکداران که نن د استعماریونو له خوا په شا ټپول کیږي، که د نورو د ارزو د تامین لپاره خپل هېواد د بادفنا له خطر سره مخامخ کوي، که د استعمارچیانو د سیاسي هدفو لپاره ډېر استعمالیږي. که د نورو په لمسون او یا په خپله خوښه د سیاسي هدفو لپاره ډېر استعمالیږي. که د نورو په لسمون او یا په خپله خوښه د انسانیت له تقاضا، د تاریخ له جریان، د طبیعت له واقعیتونو څخه مغایر حرکت کوي او غواړي چې تاریخ په څټ وګرځوي او تېرې تاریخي دورې د خپل استعمار د قوام او دوام په ارزو له سره نوې کړي، نو دا خیال دی او محال. د پښتنو او ټولو هغو کسانو چې د افغانستان په طبیعي حدودو پورې ځان مربوط ګڼي، دا ایمان او عقیده ده چې د انساني اقتضااتو او ملحوظاتو، د تاریخي حقایقو او وقایعو، د محیطي او طبیعي شرایطو او عواملو د نېشنلېزم او ملي عشق او علاقو په اساس به پښتونستان ازادوي او پښتانه به په خپله خوښه خپل مقدرات تعینوي.
(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۸۲-۱۳۸۷مخونه/ پښتو ویکیپېډيا/ د لیکوال یادښتونه)
---------------
غلام سخي انتظار
غلام سخي انتظار د حاجي محمد علم زوی د محمد یوسف لمسی، په خټه قرېش په ۱۹۴۰ع کال د نومبر په ۴مه = ۱۳۱۹د عقرب ۱۳مه ننګرهار د سره رود په کوز سلطانپور کې زیږېدلی. دی د انتظار سلطانپوري په نامه هم یادېده.
لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د سلطانپور په میا فقیرالله جلال ابادي ښوونځي کې وکړې او لسم ټولګی یې په ننګرهار لېسه کې ولوست؛ یوولسم ټولګي ته د لغمان روښان لېسې ته تبدیل شو او دوولسم ټولګي ته یې حبیبیې لېسې ته ځان تبدیل کړ او له همدغه لېسې فارغ شو.
تر دولسم ټولګي وروسته انتظار د کابل پوهنتون په ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې شامل او په ۱۹۶۵ع = ۱۳۴۴ل کال د همدغه پوهنځي له ژورنالېزم څانګې فارغ شو.
په ژورنالېزم کې د نورو زده کړو لپاره یې سویس، هند، سینګاپور او د المان فدرالي جمهوریت ته سفرونه کړي دي. په ۱۹۶۶ع = ۱۳۴۵ل کال دوه کاله په جرمني کې د المان غږ راډيو ویاند هم و. وطن ته په بېرته ستنېدو یې د افغانستان راډيو په بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.
په ۱۹۷۴ع = ۱۳۵۳ل کال چین ته لاړ او هلته په بیجینګ کې د چین راډيو ویاند و.
په ۱۹۷۸ع = ۱۳۵۷ل کال وطن ته راستون شو او د کرنې او اوبو لګولو وزارت کې د نړۍ والو اړیکو مدیر وټاکل شو.
انتظار په پښتو او دري ژبو لیکنې کولې او په جرمني او چیني ژبو پوهېده.
له وړوکتوبه یې له شعر او شاعرۍ سره یې مینه وه او چې محصل شو، نو د کابل او ننګرهار خپرونو ته به یې شعرونه لېږل چې خپرېدل به. دده شعرونه او نثرونه د سلطانپوري، سوررودي، ازاد قلم، سخي او پردېس په نومونو په جرایدو کې خپاره شوي دي. ده له ساز او موسیقۍ سره هم مینه لرله او په ځينو ډرامونو کې یې تمثیل هم کړی دی.
د هېواد دا فرهنګي شخصیت د ۱۹۸۴ع د اګست په اتمه = ۱۳۶۳-۵-۱۷ل د کابل ښار د خیرخانې په خواجه بغرا سیمه کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو او په سبا یې په شهدای صالحین هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
شاعر ته
د خط او خال توصیف نور بس کړه چې ښکلا بله شوه
شاعره ! وروره پخوانۍ اب و هوا بله شوه
فبل المیلاد عنعنات پرېده نوی خیال پیدا کړه
د مصنوعي سپوږمۍ پېړۍ ده هم فضا بله شوه
هغه چې لیکې هم یې وکړې دا به څومره ښه شي
چې د عمل دوره راغلې ده وینا بله شوه
ځينې اسمان ته شول اوچت ځينې ځي بحر لاندې
د زمانې په تحول سره دنیا بله شوه
د مال او زر چرتونه لاړلو د زوره سره
د علم او فن دوره راغلې ده سودا بله شوه
هغې تیاره چې په کې ورکه د عرفان لیلا وه
ټوله رڼا شوه چې مجنون ته مشغولا بله شوه
شکست خطي شکست ګويي له منځه ورکې شولې
د ابتدا بنسټ شو وران او انتها بله شوه
هر څه بدل شول، انتظاره نو بدلون ضرور دی
د زمانې په طبعه څه چې تقاضا بله شوه
+++
پښتونستان څنګه شو؟
چې جېلخانو کې وو بندیان هغه مشران څنګه شو؟
هیڅ نه پوهېږم چې محکوم پښتونستان څنګه شو؟
باغوان ویده دی، که احساس او هم جذبه ویده ده
ویجاړ کارونه ددې ښکلي ګلستان څنګه شو؟
ارث او وصیت مو دی هېر شوی د نیکونو څله؟
د ننګ غږونه د ښاغلي خوشال خان څنګه شو؟
روښانیان څه شول، مومند او ابدالیان چېرې دي؟
وحدت د کوز او بر ترمنځ د لوی افغان څنګه شو؟
یا تاثیر نه شته په وینا کې یا غوږونه نه شته
حماسي شعر او مضامین د ملنګ جان څنګه شو؟
راته بیان کړه انتظاره کم و کیف د ټولو
چې انتظار یې نو د خوږ زړګي درمان څنګه شو؟
++++
زلميه
رښتيا وايه زلميه چې شباب لرې که نه؟
ځوانۍ سره نېشه د انقلاب لرې که نه ؟
ته ځوان يى خو دا وايه چې همت دې هم زلمى دى؟
د ژوند مجادله کې توان او تاب لرې که نه؟
ملتيا د مليت سره دې مينه شته، که څنگه؟
په زړه کې سره لمبه سوز د کباب لرې که نه؟
د ژوند خوږو ترخو او د روزگار سړو تودونه
خبر د زمانې له پيچ او تاب لرې که نه؟
جذبه د قربانۍ او سرښندل درسره شته ده؟
د وينو په ترکيب کې دا شراب لرې که نه؟
دردونو د وطن کې غم ځپلي انتظاره !
چــې نــوې نغمــه واوروې ربــاب لــرې کـه نــه ؟
++++
زه او رباب
زه چې رباب اخلمه رباب سره مې سم ژاړم
ظلم او ستم ځنې
غيږ کې مې رباب وي لا کن غم کې د صنم ژاړم
ظلم او ستم ځنې
٭
زه چې رباب اخلم بې صبرۍ ځنې
محض د خوبانو بې رحمۍ ځنې
زه د بې نيازو ناکردونه په هر دم ژاړم
ظلم او ستم ځنې
٭
وايمه سندرې د هجران له غم
نه شته کراري مې د جانان له غم
هر ساعت په چيغو چيغو زه له دې ماتم ژاړم
ظلم او ستم ځنې
٭
زړه کرارومه له رباب سره
وينځمه گرېوان خپل د خوناب سره
څنگه چې باران وريږي زه هم دا رقم ژاړم
ظلم او ستم ځنې
٭
زه انتظار هر شام و سبا ژاړم
بيا هم زه په دې خپله ژړا وياړم
څنگه چې په مينه کې د هغه محترم ژاړم
ظلم او ستم ځنې
++++
لوگی وايي
اور مې خوښ نه دى چې د زر غوندې وي
زر پـــه دنيـــا کــې غــلامـــــي جـــوړوي
دا سـرې سکروټـې
لکــــه ســرې وينـې
د کونـــــډو رنـــــډو يتيمانـــــــــو لـــــــه زړو
خــــــورې ورې دي د ظــــالــــــــــم لــــه لاسه
ځـــم لـــه دې زمکــې، آسمانـــونــو تـه ځـم
٭
تښتــم چـې دلتـــه دي لمبـــــــې، غلبلـــــې
هغــــه دي شــــور کـــوي لوخــړې خيــــــژي
قســـم کـه دلته مې طاقت کېدى شي . . .
الــــــوزم پـــــورتــــه
نــــــه پاتــــه کېــږم
کـــه راتــه پښــو کـې زولنــــــې جـوړوې
٭
ځـمه د پاکــــــو ارواحـــــــونـــــــو پـــســــــــې
دا غــــــم لړلـــــــــــــــي پيغامونـــــــــه وړمــه
چــــــې دا بيـــداده دنياگۍ ورانـــــــه کــــړي
څـــــــارم د داســــــــې قوتونــــــــــــو پســـــي
٭
اور مې خوښ نه دى
دا د اور دنيــــــا ده
خوشــې عبــث . . .
د زر او زور دنيا ده
++++
ضروره ده
اوس پوه شوم ليونی يمه صحرا ضروره ده
عالــم کــې خندنــى يمـه بيـديــا ضروره ده
زه نه وم لېونى خو ډېر غمونو لېونى کړم
مجنون غريب لپاره خو ليلا ضروره ده
موجب چې د نفرت يمه د ټولو خاصو عامو
باور که د هغوى او که زما ضروره ده
خندا عيش و نشاط په ما حرام دى يو قلم
د دوى پر ضد په ما باندې ژړا ضروره ده
زما انتظار ژوند زياتي مشکل شو په دنيا
زر راشـــه او زر راشـــه چې فنا ضروره ده
++++
تېروتم
ستا د ظاهري په زېبا تېروتم
ستا د سياست پـه صـدا تېـروتم
ما وې چې آشنا مې يې مولا مې يې
ستا په ورورولۍ کې آشنا تېروتم
ما ويلې زه ته يم ته مې ځان فرض کړې
هيڅ نه وم خبر په ريا تېروتم
تا کله د شمعې په خندا ژړل
زه ستا د فتنو په سودا تېروتم
هيڅ نه شومه پوه ستا مخ و شا باندې
زه په دې مجهوله معما تېروتم
ښه شو، انتظار ته ښه څرگند شولې
زه پـــه تجربـــو کې د ستـا تېروتم
څنګه شاعر شوی وم؟
له غنمو نه وږی او له وږي نه دانې پیدا شوې، له دانو نه رنګ رنګ طعامونه جوړ شول. بلاخره بیا د دانې نه غنم تشکیل شو.
ګل یو تخم و، لومړی ترې بوټی او بیا له څانګې یې ډول ډول ګلان پیدا شو، څوک یې په لیدو خوښ او څوک یې په درد او رنځ ګرفتار، څوک د ځان ملنګ او ځينې یې د خپل ځان ثناخوان کړل، څو ورځې یې دوران و، تېر شو.
د ګل په ځای اغزي شنه شو، د بلبل پرځای کارغه کېناست. دا د ګردون روزګار دی، اوبه هماغه اوبه دي، خو کله ورېځ، کله باران او کله د زمکې لاندې جوهر لټوي.
یوه هوا وي، کله سړه وي، کله توده، کله ګزنګ(؟) وي، کله نسیم.
همداسې د شاعر خیالات هم وي.
د اسمان سینما رنګارنګې پردې دنیا ته ښکاره کوي. د سکندر په ایېنه کې د دنیا حالات راز راز ښکاري، اما احساسات د ګردون په دوران کله په تازه او خوږ نسیم، کله په تود باد، کله په ناز ناز نارې، کله په قهر او غضب عقل له خوبه رابیداروي او د جذبې پالنګ لړزوي، خو چې د وجود مرموز کیفیتونه راوپاروي.
څه چې مې زړه غوښتل، هغه مې نه شو کولی، ځکه چې زړه، فکر او دماغ مې د «کړه» او ما کوه، خو ما د څه کولو قدرت نه درلود. نور نو څه کوې چې خپل ځان راته بد ښکاره شو. د هغو په قدرت و، اما زړه یې نه غوښت. له ډېرې حیرانۍ نه مې قلم او کاغذ واخیست او د دنیا څېره او د اسمان د پردې حالونه به مې په کې رسمول. د ایېنې غوندې د هر چا خبره به مې مخې ته کېښوده، شپه او ورځ به مې فکر واهه. د ګونګوټې غوندې خپل ودان شوی کار به مې وران کړ. کاغذونه به مې لیکل او بیا به مې بېرته څيرول. خپل کاروبار ته حیران وم، کله به د ځنګل او کله به د صحرا خواته روان وم.
سر به مې د زنګنو په منځ و. او د اوښکو په بحر به مې د خبرو جوهر اخیست.
پس له هغه خدای د مرغلرو په کان برابر کړم. هماغه مې په کار شو چې سبا نه تر بېګا او له بېګا نه تر سبا به مې ترې رنګارنګه امېلونه جوړول، ښې ښې قیمت بهاوې ملغلرې وې، مګر ما سره یې د خرڅولو فکر موجود نه و. ما به هغوی ته تحفه وړاندې کول، کوم چې په قدر او قیمت یې پوهېدل.
(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۸۸- ۱۳۹۰مخونه/ پښتانه شعرا، اووم ټوک، ۲۲۰۲-۲۲۰۸مخونه/ د لیکوال یادښتونه)