"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۱۳)

ویشنه:پښتو ادبیات

لیکوال:-


راټولوونکی : دکتور محمد داود وفا 





                                                                     د پښتو ادبیاتو معاصره دوره 


                                                                                     ۱۳مه برخه 




 

                                                                                انوارالدین انوار



انوارالدین انوار د فخرالدین خان زوی په خټه ساکزی په ۱۹۳۷ع ۱۳۱۶ل کال په کندهار ښار کې زیږېدلی دی. 

په شپږکلنۍ د کندهار ښار په ارګ ښوونځي کې شامل شو. منځنۍ زده کړې یې په احمدشاه بابا لېسه کې وکړې او د لسم ټولګي تر تکمیل وروسته د اقتصادي مشکلاتو له امله ترې تحصیل پاتې او ازاد کار یې غوره کړ. 

په ۱۹۵۵ع = ۱۳۳۴ل کال د کندهار د قبایلو د خپرونو او تبلیغاتو په څانګه کې مقرر شو، خو په همدغه کال د کندهار مطبوعاتو ته تبدیل شو، چې همدلته یې په لیکوالۍ پيل وکړ. هلته د مطبوعاتو له خوا د پښتو کورسونو ښوونکی وټاکل شو او بیا د طلوع افغان اداري او نورې چارې وروسپارل شوې. په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال بېرته د کندهار د قبایلو مدیریت ته لاړ، لږ وخت وروسته د کندهار د ټرانسپورټ په اتحادیه کې مقرر شو او په ۱۹۵۹ع = ۱۳۳۸ل کال د کندهار د اتاق تجارت کارکوونکی شو. 

نوموړی په پښتو او دري سربېره په انګلیسي او اوردو ژبو هم ښه پوهېده او په عربي یې هم عبور لاره، ځکه چې لومړني دیني کتابونه، تفاسیر، فقه، صرف او نحوه یې په کافي اندازه لوستي دي. 

دده زیاتره مضامین او شعرونه د کندهار په طلوع افغان ورځپاڼه کې خپاره شوي او ځينې وخت په کابل مجله کې هم. 

ده ځينې ناولونه او مضامین له خارجي مطبوعاتو څخه پښتو ته راړولي دي، چې زیاتې لیکنې یې د طلوع افغان د پاڼو په وروستیو برخو کې خپرې شوې دي. 

دده د وروستي ژوند په اړه سملاسې معلومات ترلاسه نه شول، ښايي وروسته وموندل شي. 

د انوارالدین انوار د نظم او نثر نمونې: 

کاشکې 

کاشکې همېش زه په حضور د خپل اشنا اوسېدای 

یا کورو کلی راڅخه پاته وای تنها اوسېدای 

یا د پتڼ(پتنګ) په څېر مې ځان وای قربان کړی تر یار 

یا د مجنون غوندې په مینه کې رسوا اوسېدای 

یا د خوبانو په محفل کې وای ساقي د میو 

یا پروانه وای د ګلانو په سودا اوسېدای 

یا وای له مینې بې خبره عشق مې نه پېژندای 

یا په سرو وینو د عشق سوړ زړګی زما اوسېدای

یا د خاص عشق په لار کې هسې سرنګون پروت وای زه 

مجنون لا څه و تر فرهاد عشق کې رسوا اوسېدای 

یا مې د خپل زړه حال سپړلی وای یو داسې چاته 

چې دی په کلي او کوڅه د محبوبا اوسېدای 

یا د عدم څخه وجود ته راوتلی نه وای 

چې رابهر سوم فرخنده پر دې دنیا اوسېدای

++++

 

د مینې دنیا 

لوړه صد، لویه صحرا، شپیلکي د یار خوښوم 

سورکي لبان، خومار چشمان د خپل نګار خوښوم 

چې عاشقان له مهرویانو کړي طلب د وصال 

هغه ساعت، هغه وصلت د عشق ګفتار خوښوم 

د مهرویانو په محفل کې دې اسره یم سرشار 

د مینې راز، د ښکلو ناز وصلت د یار خوښوم 

چې وي داستان د محبت یا وي ثنا د ګلو 

خوږې نغمې، پرله پسې د رباب تار خوښوم 

چې د محبوب په انتظار کې چېرې ناست وي ګوښه 

هغه کنار، په انتظار د عاشق څار خوښوم 

چې د عشاقو زړونه دم د مسیحا ورکوي 

د یار زلفان، پرله پرېشان د غاړې هار خوښوم 

چې په ناز ناز چشمانې اړوي عالم قتلوي 

دا قتلول، په هزار ځل د خپل دلدار خوښوم 

سبايي باد چې د سروګلو غوټۍ خلاصې کاندې 

خندا د ګل، رېز د بلبل، ښکلی ګلزار خوښوم 

چې د مجنون په څېر یې ژوند ځان کړي بیمار د مینې 

زهیر زړګی، سوړ اسوېلی، د عاشق کار خوښوم 

چې زلیخا یې د خرید په تمه تله بازار ته 

هغه سودا د زلیخا، هغه بازار خوښوم 

یوسف چې هم کاوه طلب سره یې وه زلیخا

څاه د کنعان، بند د زندان یار تمه دار خوښوم 

چې په تاثیر یې بیدو زړو ته نوی روح سي پیدا 

هغه ویل، هغه غزل، خواږه اشعار خوښوم 

چې په یوه ږغ کښتۍ غرقه له دریا کړي پورته 

هسې قوت، هسې همت، هسې بادار خوښوم 

چې همېشه یې یم په تمه او ډېر شوق یې لرم 

په هر سهار، نورالانوار د کردګار خوښوم

++++

د مور ګیله

لالیه! 

نهه میاشتې مې په ګېډه وګرځولې. 

طاقت مې ستا تر ناتوانۍ قربان کئ. 

استراحت مې ستا د ژوند په اسره سپلینی کړ.

د ژوند سیر مې ستا د قدم په خاطر تغییر وخوړ. 

د مستۍ او پېغلتوب نړۍ مې ستا د دوو سترګو په لحاظ شاته وغورځول. 

د خپلې غیږې په بڼ کې مې وروزلې. 

تاته مې په هغو شپو کې چې پرکایناتو په مطلق سکوت پاچاهي کول خپل تي درخالي کړل. 

ستا تر صحت مې خپله روغتیا جار کړه. 

ستا په لږ نا ارامۍ مې اوږدې شپې سبا کړې. 

دا چې اوس زلمی او توانا شوې، دومره دې راغله، چې د ګډ ژونده شکایت لرې. اختیار لرې، او د خپل اینده ژوند د خوشبختۍ دپاره د هر ډول کوښښ دروازه تاته خلاصه ده. 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۳۹۱- ۱۳۹۳ مخونه)

--------------



                                                                  محمد نادر ایوبي



محمدنادر ایوبي د محمد سرور ایوبي زوی، د محمد ایوب خان ایوبي لمسی، د غازي تاج محمد خان کړوسی او د یحی خان پوپلزي کودی، په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال د کندهار په یحی خان کوڅه کې زیږېدلی دی. 

ده خپل لومړني تحصیلات د کندهار په میرویس بابا لېسه او د کابل په حبیبیه او غازي لېسو کې او بیا له تجارت لېسې فارغ شوی دی. تر دې وروسته یې د کابل پوهنتون حقوقو پوهنځی لوستی او په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال ترې فارغ شوی دی. 

تر فراغت وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د مامور په توګه وټاکل شو.

ایوبي له ۱۹۶۴ع = ۱۳۴۳ل نه تر ۱۹۶۷ع = ۱۳۴۶ل پورې په امریکا کې د افغانستان سفارت اتاشه و. په دغه دوران کې یې د واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو او بین المللي مناسباتو په څانګه کې نورې زده کړې هم کړي دي او ماسټري یې اخیستې ده. په همدې پوهنتون کې یې د ختیځ پېژندنې په برخه کې د پښتو ژبې د معرفۍ او ځایولو په کار کې هم مرسته کړې ده. 

په ۱۹۷۰ع = ۱۳۴۹ل کال په مصر کې د افغانستان سفارت دویم سکرټر وټاکل شو، له دې دندې سره یې د عربي ژبې او فقهې ځانګړې زده کړې وکړې. په ۱۹۷۲ع = ۱۳۵۱ل کال کې یې د اسلامي هېوادونو له خوا د لومړني نړۍ وال بانک د پرانېستو په غونډه کې د افغانستان د استازي په توګه ګډون وکړ. په ۱۹۷۳ع = ۱۳۵۲ل کال په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ کفیل وټاکل شو، خو دندې ته لا نه ورغلی، چې داوخت سردار داودخان کودتا وکړه او دی د هغه په ځای د ایران سفارت لومړی سکرټر وټاکل شو. په ۱۹۷۷ع = ۱۳۵۶ل کال یې په تهران کې د اسیایي هېوادونو د کار د وزیرانو په کانفرانس کې د افغانستان په استازۍ ګډون وکړ. په ایران کې یې پنځه کاله دنده ترسره کړه. په ۱۹۷۸ع اپرېل = ۱۳۵۷ل کال ثور کې یې د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند له خوا د کودتا تر کېدو وروسته استعفی ورکړه او رسمي دندې یې پرېښودې. 

څه موده وروسته امریکا ته کډوال او هلته په ورجینا ایالت کې مېشت شو. ده له هغه ځایه په کوټه کې د مجاهدینو له ډلو سره مرستې هم کړي، په کوټه کې یې د حاجي محمد نعیم ایوبي له الجهاد روغتون سره مرستې کولې او هم یې د افغانانو د تحصیلي روزنې په کار کې مرسته کړې ده. 

محمد نادر ایوبي د ۲۰۱۱ع کال د ډسمبر په ۱۳مه = ۱۳۹۰ل کال د سنبلې ۲۲مه د امریکا په ورجینیا کې وفات شوی او هماغلته ښخ دی.

دده مورنۍ ژبه پښتو وه، خو په پاړسي، اوردو او انګلیسي ژبو هم پوهېده. 

دده اثار د کندهار په طلوع افغان او هلمند جریده کې زیات خپاره شوي دي. 

اثار 

۱.سیاسي نظریات، (دوه ټوکه)، د کندهار چاپ، دویم ځل په لاهور کې چاپ شوی دی.

۲.اقتصادي نظریات ( درې ټوکه)، د کندهار او هلمند په مطابعو کې چاپ شوی، په ۲۰۰۴ع کال په لاهور کې دویم ځل تر سمون وروسته په یوه ټوک کې خپور شوی دی. 

۳.سپين او ملغره(ناول)

۴.اسلام، په پنځو برخو( حقوق، سیاست، اقتصاد، تصوف او فلسفه) د پوهنیار شېراحمد نظامي سره ګډ اثر.

۵.دوی څوک و؟ د ۱۰۵ تاریخي داستانونو او کیسو ټولګه ده. 

۶.عرفان، د لاهور چاپ 

۷.روحیات یا علم النفس، په ۲۰۰۷ع کال په لاهور کې چاپ شوی دی. 

۸.فلسفه، په ۲۰۰۶ع کال په کوټه کې چاپ شوی دی. 

۹.حقوق، په ۲۰۰۶ع کال په لاهور کې چاپ شوی دی. 

۱۰.د انسان ستونزې( ناچاپ)

۱۱.د افریقا جغرافیايي، تاریخي او اجتماعي مسایل، ( ناچاپ)

۱۲.علم او ایمان (ناچاپ)

۱۳.د حق او باطل تاریخي سیر ( ناچاپ)

۱۴.د تاریخ ځينې هېرې سوې پاڼې ( ناچاپ)

د نثر نمونه: 

د سوسیالېزم عمومي ګټې 

د اقتصادیونو په عقیده د سوسیالېزم یوه لویه ګټه داده چې د ټولنې ګټې ته لومړی مقام ورکوي، یعنې د ټولنې ګټه په فرد د مخه بولي. که داسې پېښه سي چې د جامعې او فرد ګټه سره متضاده سي، هلته سوسیالېزم د جامعې ګټې ته ترجېح ورکوي، ځکه نو په سوسیالزمي رژیم کې تل عمومي ګټو ته په درانه نظر کتل کیږي او د هغه پر اساس نقشې جوړیږي. پر همدې اساس د سوسیالېزم په برخه کې شخصي انحصارات له مینځه اېسته کیږي او ټولنه د فردي انحصاراتو د ضرر څخه په امان پاته کیږي او له بلې خوا څخه په ټولنه کې بې کاري نه پاتې کیږي؛ ځکه چې عرضه د تقاضا پر اساس تولید او له دې کبله د اضافي تولید مخ نیول کیږي، چې دغه موضوع ګانې په سرمایه داري اقتصاد کې د لویو بحرانونو سبب کیږي، خو په سوسیالېزم کې دغه ډول بحرانونه نه پېښیږي. د خلکو په اجتماعي ژوند او د فکر په سویه کې ښکاره توپير نه راځي. هغه اخلاقي معایب چې په ټولنه کې د سرمایې او شخصي ملکیت څخه پیدا کیږي، له منځه وځي؛ ځکه چې علت العلل ورکیږي. د خلکو ترمنځ درواغ ویل او یو بل ته په سپکه کتل او ددښمنۍ کمبله ټولیږي. په سوسیالېزم کې محرومیتونه نه سته. ځکه چې ټول خلک د خپل کار حاصل او ثمره اخلي. هیڅوک مفت خوره نه پاتې کیږي. جنایتونه چې د بېکارۍ او ملکیت څخه پیدا کیږي له منځه وځي. همداسې له بل پلوه ملي عایدات د یوه صحیح پروګرام او پلان له مخې د خلکو د نماینده ګانو د خوا څخه کنترول او د مملکت د خلکو ترمینځ په عادلانه ډول توزیع کیږي، چې دغه موضوع هم افراط او تفریط چې په سرمایه داري نظام کې موجود دی، له منځه باسي او پردغه اساس په یوه ټولنه کې د طبقاتو توپیر او تضاد د منځه څخه اخیستل کیږي، ځکه چې هلته بیا سرمایه داره ډله او اجوره خوړونکي ډله نه سته، بلکې هلته به یوازې ازاد او خوشاله کارکوونکي موجود وي. د خلکو صحي حالت سمیږي، ځکه چې پرخلکو دومره فشار نه سته چې د خپل ځان صحت غوښتنې او خوشالۍ ته موقع ونه لري، ټول به د ټولو وي. هرڅوک به ټولو ته کار کوي. هر څوک به خپل سعادت د ټولو په سعادت کې لټوي. د سپین ږیرو، سپین سرو او کوچنیانو او نورو معیوبینو سره د ټولنې د خوا څخه مرسته کیږي. د سوسیالېستي پوهانو په عقیده ددوی ټول کوششونه ددې دپاره دي، چې د نړۍ د خلکو مادي او معنوي ژوندون ته سمون ورکړي. خلک د بدبختۍ او ذلت څخه ساتي. 

د خلکو افکار او قواوې ددې په عوض چې رقابتونه او یو د بل د دښمنۍ دپاره په کار واچول سي، علمي او تربیتي چارو ته متوجه کیږي. هغه مضراجتماعي حوادث چې د ملکیت او سرمایه دارۍ د علت له کبله د زرو کلو د بشري تاریخ په شاهدي پر انسانانو ناوړه اثرات اچولی وو، په سوسیالېزم کې اېسته کیږي او د انسانانو په ټولو شوونو کې د وحدت او مساوات دپاره نوی دروازې پرانیزي او د انسان ښکلی مقام د خطر څخه ساتي. 

( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۳۹۴-۱۳۹۵مخونه/ پښتو ویکېپېډيا)

---------------

عبدالغفار بریالی 

عبدالغفار بریالی، چې مخکینی تخلص یې «زخمي» و، په خټه کاکړ د ملا اخترمحمد اخونزاده زوی، په ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په ګیلان نومې کلي کې زوکړی دی. 

زده کړې یې له خپل عالم پلار او د خپلې سیمې له نورو عالمانو څخه کړي، په پښتو، پاړسي او عربي علومو کې لکه صرف، نحوه، منطق، حکمت، فلسفه، مناظره او نورو کې یې پوره مهارت او صلاحیت ترلاسه کړی و. بیا د هند دیوبند مدرسې ته لاړ او هلته یې درس ولوست. د عمر وروستي لس دولس کاله یې د هلمند په ګرشک کې د دیني علومو په تدریس تېر کړي دي.

بریالي له کلاسیکي موسیقۍ سره علاقه هم لرله او د کندهار ځينو سندرغاړو دده شعرونه ویلي هم دي.

له ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل څخه یې د کندهار له طلوع افغان ورځپاڼې سره قلمي همکاري کړې او ګڼ شعرونه یې په کې خپاره شوي دي. 

بریالي عشقي او اجتماعي شاعر و، او د استاد بېنوا په خبره چې د پيرمحمد کاکړ د ادبي سبک پیرو و.

د ثور تر کودتا وروسته کله چې دی له حج نه راستنېده، په کندهار هوايي ډګر کې له طیارې نه د ښکته کېدو په وخت د وخت حاکم رژیم د تحقیقاتو په نامه له څو تنو نورو سره ونیو او مړی ژوندی یې ورک شو.  

اثار

۱.د ابوالفیض پښتو تفسیر 

۲.د بخاري شریف حواشي 

۳.د مسلم شریف حواشي 

۴.د غفور حواشي 

۵.د سراجي حواشي 

۶.د خلاصة الحساب حواشي 

۷.د میراث ضابطه

۸.د مراح د شرحو حنیفي او فلاح اصطلاحات 

۹.سیف السارم ( فلکیات)

۱۰. اهاړ ( د شعرونو ټولګه)

د نظم نمونې:

غزل 

صبحګاه شو ساقي خلاصه میخانه کا 

د صهبا په یوه غوړپ مې دېوانه کا 

صحرايي رنګ په فنا کې بقا مومم 

ودې اور ته په ځان سوزه پروانه کا 

در فدا شم انتظار دغومره بس دی 

در داخل مې ددې ور په استانه کا 

قلندر له عقله تللی مرور یم 

د رندۍ په سر شوخۍ مې مستانه کا 

سر بې هوښه، مست نشه پروا یې نه کړم 

زاهدان که مې په خولو کې افسانه کا 

شوربده لا ابالي وحشي مسلک شوم 

ګڼه بخت مې د عنقا په اشیانه کا 

بریالی یم بریالی باده مشربه 

صد ساله می مې په نام راپیمانه کا 

که یو څاڅکی یې په اب حیات ګډ سي 

مهتر خضر به له ژونده بېګانه کا 

++++

چې په مینه کې منصور سو بریالی 

پرجهان باندې مشهور سو بریالی 

چې د عشق مذهب یې غوره کئ وځان ته 

د رقیب سره تربور سو بریالی 

چې لیلام د محبت راغی میدان ته 

هغه دم ورباندې چور سو بریالی 

په لقب د سمندر اتش مزاجه 

تن پخته سر په تنور سو بریالی 

بې تاراجه بل وصیبت مه کانده ګله 

که و مرګ ته درحضور سو بریالی 

کوم یو عیب یې په خوا دی باري ربه 

چې د هر سړي منفور سو بریالی 

په رتبه به د شفق کشری ورور سي 

که د ځان په وینو سور سو بریالی

++++

د چا دی؟ 

پردماغ مې خطرناک اثر د چا دی؟ 

دا جحیم بولهبي شرر د چا دی؟ 

پوه سوم، پوه سوم دا له تا نه دی حبیبه 

کنه بل دا زبردست ګذر د چا دی؟ 

چې یې زړه تا په حکمت ایستلی نه دی 

وایه نور دا لقماني هنر د چا دی؟ 

که ابرو دې په اسمان وهلی نه دی

په کې ډوب دا هلالي خنجر د چا دی؟ 

که ځیګر مې کنعاني کوهی لا نه دی 

په کې پروت دا یوسفي بشر د چا دی؟ 

وایه تا چې بریالی وژلی نه دی 

دا په غیږ کې دې پرې کړی سر دچا دی؟ 

++++


چي یې درس وي پر میدان پاخه ویل
 خـود بـې وځي تر دهان پاخه ویل
 
 چي د ګلو په هوس یې خوراک خار سو
 ځـــــــکه وایــــي بلبلان پاخه ویل
 
 کوم نسیم به نویشته کړي و بورا ته
 د غـــونچې پـــر زنخدان پاخه ویل
 
 آفلکه میګـــوني سه شفق رنــــــګه
 ښه یادګار دی پر ګرېوان پاخه ویل
 
 (انالحق) بله لمبه سوه په منصور کې
 کړه شروع یـې پر میدان پاخه ویل
 
 د عشق خوب به مګر واورم له یوسفه
 پـــــه تعبیر یې وو زندان پاخه ویل
 
 سوړ باطن ګرمي خبري هی توبه سه
 پوچ یــــې بــولي مطربان پاخه ویل
 
 مړ هندو کله فیض مــومي له تلقینه
 خــوښوي بـــــــه سخندان پاخه ویل
 
 دا قلم به دي رسوا کـــړي بریالیــــــه
 چي لیکــــي دي پر دېوان پاخه ویل

++++


شکر، شکر چي په وینو رنګین تا کړم
 هم سرکوزی د فــراق پر بالین تا کړم
 
 شاهدي د عشق مي لوستې په زانګو کې
 مسیح رنګه همسایه د پـــروین تا کړم
 
 د سینې ټپ مي د هجر نمکاو خـــوري
 پـــه عـــطا ددې نمــــک نمکین تا کړم
 
 چي د غم په تناره کي ایـــــره نه سوم
 پــه سخـتي کـي سمندر آتشین تا کړم
 
 د وصــال د مچمچۍ په تعقیب درومم
 خـــورنده د معجــــوني انګبین تا کړم
 
 بې دردي راتــــــه سوچ کفر معلومیــږي
 مسلــمان د درد په دین او آئین تا کړم
 
 چي د ځان په رنګ بل نه وینم سربـازه
 ستا د مخ په آیېنه کي خودبین تا کړم
 
 زړه مي شین سو رنګ مي ژړ بریالی نومم
 د الـــــف له سمــه قــده څــه شین تا کړم

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۳۹۶-۱۳۹۸مخونه/ پښتو ویکیپېډيا)

-------------






                                                                          عبدالرزاق پالوال



عبدالرزاق پالوال د حاجي عبدالخالق زوی، د عبدالسلام لمسی، په خټه خروټی په ۱۹۳۸ع = ۱۳۱۷ل کال د کندهار ښار په کاکړو کوڅه کې زیږېدلی او د بامیزو په کوڅه کې لوی شوی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په خپله کورنۍ کې کړي او بیا په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال د کندهار په میرویس بابا لېسه کې شامل شو. په ۱۹۵۸ع = ۱۳۳۷ل کال ترې فارغ شو. یو کال وروسته د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې شامل اوتر څلور کلنې زده کړې وروسته ترې په ۱۹۶۳ع = ۱۳۴۲ل کال فارغ شو. بیا په همدې پوهنځي کې د بشرپوهنې په برخه کې استاد شو. له څه مودې دندې وروسته د نورو زده کړو لپاره امریکا ته واستول شو. هلته یې په ایروزونا پوهنتون کې ماسټري وکړه او هم یې په کې ډاکټري واخیسته. هېواد ته په راستنېدو یې بېرته په کابل پوهنتون کې استادۍ ته دوام ورکړ. 

دغه وخت د افغانستان او سویس د پوهنتونونو ترمنځ د یوه تړون له مخې د افغانستان د ژبو په اطلس کار کېده، پالوال هم ددې پروژې غړی و او بدخشان ته یې په علمي سفر کې ګډون درلود. ده په دې پروژه کې د بلوڅي، پشه یي، شوغني، مونجي او پراچي ژبو په لغتونو کار کړی او ثبت کړي یې دي. 

پالوال په ۱۹۷۹ع = ۱۳۵۸ل کال کې په افغانستان کې د راغلي سیاسي اوښتون له امله جرمني ته کډوال شو، یوه نیمه لسیزه یې هلته تېره کړه، بیا بېرته کوټې ته ستون شو او په سرخاب کیمپ کې اوسېده. په افغانستان کې د جمهوریت (۲۰۰۱ع = ۱۳۸۰ل) تر راتلو وروسته بېرته وطن ته راوګرځېد او په خپله سیمه کندهار کې اوسېده. دی له پښتو او دري پرته په انګریزي، جرمني او عربي ژبو هم پوهېده.

پالوال د ۲۰۲۱ع کال د ډسمبر په ۶مه نېټه = ۱۴۰۰ل کال د قوس ۱۵مه په کندهار کې وفات او هورې ښخ دی. 

عبدالرزاق پالوال د پښتو ژبې، پښتو ژبپوهنې او ګرامر، ټولنپوهنې او تاریخ په برخه کې اثار لیکلي او لیکنې یې د کندهار په مطبوعاتو سربېره په کابل کې هم خپرې شوې دي. دده د لیکنې سبک او ژبه له نورو یوڅه ځانګړې ښکاري او ځينې سیمه ییز سوچه لغتونه او خاص اصطلاحات او ترکیبات هم په کې کتل کیږي.

اثار 

۱.د پښتو نوی او پخوانی تاریخ( لومړی ټوک په انګلیسي ژبه او دویم ټوک په پښتو ژبه)

۲.د پښتو نوی مصدر، د ۱۳۸۴کال چاپ

۳.د شاه مقصود زیارت او د هغه تاریخي ارزښت

۴.د کالام تاریخ ( له انګلیسي نه ژباړه)

۵.معیاري پښتو 

۶.موږ محوه کیږو

۷.وګړي دوزخیان دي، سړیان لا هم 

۸.پښتو میخمري ډيبونه 

د نظم او نثر نمونې: 

یا هغه که، یا دا وکه !

ولاړ سه بوتخانې ته هورې ښه عیش و خندا وکه 

پرېوزه په محراب کې پر سجود رب ته ژړا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا کېنه په لار کې غریب وژنه قریب وشکوه 

یا سپینه جامه سپینه پګړۍ سمه قضا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا د خپل کتاب پاڼې په دواړو لاسو څيرې که 

یایې په انجام کې د تصدیق غټه امضا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا څه خرابات ته تر سهاره په چکچکو سه 

یا کېنه لاس تر زنه لالا فکر د سبا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا د خپل ابرو، ننګ و ناموس سوداګري وکه 

یا له دې بازاره د فلک پرضد ابا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا بې لاسو پښو سه بې کفنه جهان ترک وهه

یا له دې ګردون سره د نېک نامه سودا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا به هیڅ دعوه د ژوندون نه کوې وا مړ یمه 

یا یې و اثبات لره غچ غچ څه د توتا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا په درناوي کې لکه غر حیثیت خپل وساته 

یا د وړوکتوب په غیږ کې بیا اګاه بګا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا له دې ژوندون څخه د کوډګر غوندې ساه وکاږه 

یا لکه طبیب ددې ناروغه قوم دوا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا مې له درګا د تور خډل په غرږي وشړه 

یا هسکه سه و هسک ته د سپوږمۍ په څېر روڼا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

یا وخوځه پالواله د اسرارو استر څيرې که 

یا پرېږده دا خبرې نور نو بس شرم و حیا وکه 

یا هغه که، یا دا وکه 

+++

د ساقي خروښ 

پاڅېدلی ساقي کښېنوست، جام یې وویشتئ له مزکې 

خم د میو رانسکور سو، صراحي هم نوکې نوکې 

سره شراب ټول راخپاره سوه، که د وینو دریاب جوړ سو 

ساقي دواړه لاس په سره کړه، د هیبت په شان کاته کې 

لاس یې واچول ګرېوان ته، تر لمنې پورې یې پرې کړ

میخوران ځنې پر شاه سوه، چې دا مست لېونی څه کې 

و بل داور شو د شخړې، قتل سوي په کې رغړي 

ستر ښاغلي دي راغلي، هیهات څه غواړي چې وکي 

توره شپه ده غوړېدلې، دردو غم بېره چاپېره

یو ګړۍ و، بل ګړۍ به وروڼه، وروڼه سره مړه کي 

لا ناقص انسانیته خوار ویجاړه تمدنه 

افرین دې پر وحشت سي، وه به غشي په لینده کې 

میخانې راووت، هدیرو ته یې الا کړه 

ومرګي ته یې خطاب کړ، ژوند وواهه په خوله کې 

مخ یې واړوه اسمان ته، و نړۍ ته یې لاس ونیو 

سره ورېږدېدله خروښه، کړه لمن یې ټوکي ټوکي 

ورته وې ویل په زوره، هسکه هیڅ نه یم کمزوره 

ستور وځغستل له بېرې، سپوږمۍ پټه سوه په غره کې 

هم نړۍ وټالېدله، و زانګو په زنګېدو سوه 

چې د مور په غیږ کې پورته، سوړ اینګا سو د وړوکي 

اوقیانوسه له امواجو، په ساحل خولې لګولې 

چې دودان یې تر سر خېژي، غرونه هسې جوش په زړه کې 

فلک هم پاته هلک پک سو، له حیرته زهره ترک سو 

تور او شین سو پرله واوښت، په وجود کې یې سوی چړه کې 

مګر پاته بې احساسه، دغه یو انسان حیوان سو

زړه یې سخت دی تر ډبرې، یا دی کوڼ نه اورېده کي 

اخر کشکې وای پالواله چې کسات و بال ژوندو ته 

په هغه به مو دعوه کړای، په موږ ولې داسې کړه کي

 

د نجات پوښتنه

په تېرو زمانو کې یو ښکاري و، چې د ښکار اوازه یې پر وطنو، وطنو باندې خپره وه. کله که به یې ښکاره کاوه، نو په سوو سپاره به نور هم ورسره ملګري وو او دده د ښکار پسې به یې اسان هرې خواته ځغلول. 

یوه ورځ چې د اهاړین دوبي ټکنده غرمه وه، ښکاري له میدانه څخه د یوې ګڼې ونې و سیوري ته ځان ورساوه او هورې یې سا واچوله. نوکرانو یې اس بل چېرې وتاړه او له یوې پرڅنګ خېمې څخه داسې یوه ښایسته جټه چې په پساله کې زنګېده راووتله او ده ته یې په ډېرې خوښۍ له هغه لوښي څخه چې د چینې په اوبو کې یخ پروت و، یو لاجوردي کټوری ورډک کړ، مګر ده یې د ګرمۍ په سبب سره تش څکه وکړه او نو نو پرېشانۍ یووړ. 

باد سوکه سوکله چلېدئ، د اوبو نری نری شورهاری و؛ مرغان له ځانو سره چوڼېدل او نوکران شاوخوا خاموش ولاړ وو. ځينې به په سیوري کې خوب زنګول او ځينې به بیا له ګرمۍ څخه ډېر نا ارام وو. په داسې ترڅ کې چې هیڅوک متوجه نه وو، د ونې له تنې څخه یو نامتو جنایتکار په خپل ښکار پسې راووت، شاوخوا یې څار وکړ، موقع یې مناسبه ولیده او د ونې په ښاخو کې نور هم پسې ورپورته سو. مرغان والوتل او د مخنی چوڼهاری یې په چغهاري الیش سو. د ونې پر ګرداورده باندې کړېدل او داسې نارې یې وهلې، مه راګورئ، مرسته، مرسته...

ښکاري بیده و او نوکرانو یې جنایتکار په پټه خوله سره داسې تهدیداوه: شونډې به یې تر غاښو ورته لاندې کړې وې، تندی به یې تریو نیولی، سترګې به یې لکه کولکانو څخه رډې، رډې پر راکښلې او په لاسو به یې داسې اشارې ورته کولې، راکښته سه، ولوېدې! مګر بې پروا جنایتکار سترګې سپينې نیولې وې. یوه ګړۍ به یې د دوی پورته کښته کېدنو ته وکتل، خو بیا به یې خپل ختنګل ته بېرته ادامه پسې ورکړه، کله نیم راوځړېدئ او د ونو په پاڼو کې به یې سر یوې او بلې خواته ننه ایستئ؛ خو کله له یوه ښاخه څخه وبل ته او له یوې ښاخلې څخه و بلې ته ځان ورغځاوه؛ یا به پر ښاخ سر بېره دینګ ناست و او د خپل ښکار تلاښ به یې کاوه. 

په دغه ځای کې خو نور څوک نه وسېدل او یوازې د څو کوچیانو موقتي کورونه وو. جنایتکار هم په بل چا پسې نه و راوهلي او وار د واره یې د یوه واړه مرغه و ځالې ته سر ورپورته کړ، چې هورې د هغه کوچنوټي چیچیان پراته وو. هغو نه پېژندئ او دده له لیدنې سره یې سم خولې ورته وازې کړې  او د خوړو هیله یې ځنې وکړه. مګر دوی نه پوهېدل چې هغه څوک دی او څه کوي؟ دی پر ملا باندې ورته کوږ سو او غوښته یې چې واری باندې وکړي، مګر د لاندې له خوا څخه یې يو زرین غشی تر سینه وخوت او د ونې پر ښاخ باندې یې څو پلا تاو کړ او بیا ځنې راخطا سو. 

مرغانو خوښي کول او هوسېدل به؛ الووتل او کښېنستل به؛ چغې بغې یې وهلې او خندېدل به؛ ځکه د دښمن له ججې څخه ژغورل سوي وو. مګر ددوی چیچیان نه په غم پوهېدل، نه په ښادۍ، بلکې یوازې یې د خوړو لپاره خولې وازې نیولې وې او ژړېدل به. دوی لوی سو او وپوهېدل، والوتل، وګرځېدل، کښېنستل، وچغېدل.... څو د زامنو مور او پلار سول. 

سهار شنه خړه وه؛ هوسیو په کښتو کې د خپل ازوغ وروستنی کوښښ کاوه؛ لویو مرغانو بیا د راده پرغاړو خپلې لومړنۍ الوتنې پیل کړې وې، کوچینیو مرغانو هم په خپلو دانو پسې لیرې او نژدې هڅې کولې... ښکاري له خپلو ټولو سپرو سره د ښکار خزو ته ور روان و. د ښکارو میدان ته نيژدې یې ملګرو شاوخوا ددې لپاره ورایله کړه چې په مړوندو باوري ښکاري خپل غشي او لینده وازمولی.ده خپل نوښان چې یو کوچنوټی مرغه و، هوسا وویشتئ، مګر له ښاخه څخه یې رالوېدنه په داسې ډول وه چې ښکاري له خپلې ټولې پختیا سره کرکه ځنې وکړه؛ په بدن کې یې ورښکې سوې، وريښتان یې جګ جګ ودرېدل، ډېر اندېښمن سو، بڼه یې والوتل او خپه یې مړه سوه، د ښکار پر میدان پر لومړي وارې غشی باد یووړ. پر دوهم یې لیندۍ دړه وکړه او پر دریم وارې یې په اوږه کې وبرېښدل، خزه یې په مات زړه پرېښووله او په خېمه کې یې سر ولګاوه. ښه ګړۍ وروسته بیا ولاړ سو. خپل ویشتلی مرغه یې وروغوښت او د هغه په وینو لژند غشی یې ورپورته کړ، نابوبره یې هغه د مخنۍ پېښه وریاده سوه او خپلو ملګرو ته یې داسې وویل: 

ما خو د ظالم زهر ولړلی غشی بېرته د مظلوم په وینو پرېولی دئ. زړه مې نا ارام دئ او ماغزه مې له کرکجنو اندېښنو څخه ډک دي. لکه دغه ویشتلی مرغه چې و ماته داسې پېغور راکوي: که دې چېرې زما دښمن( مار) نه وای وژلی، اوس به دې غشی پر چا باندې ازمایه؟ که دې ښه نه وای راسره کړي، بد به دې څنګه راسره کول؟ ولې دې پرې نه ښوولم چې په ناپوهۍ کې وژل سوی وای؟ او ولې دې پرې نه ښوولم چې بل وژلی وای؟ یعنې تا غوښته چې ته مې خپله مړ کې او د بل چا وژنګ دې راباندې پیرزو نه و. یعنې تا غوښته چې زما د وژلو افتخار هم ستا وي؟ 

هو ! که زه نورو وژلی وای، تا به اوس خپل غشی پرچا باندې ازمایه؟ نو ایا ته د مرګو هغه لوی ټېکه دار(عزرایل) نه یې چې هم ما وژنې، هم مې دښمن؟ هو ! تا زه د بل له مرګه څخه ددې لپاره وژغورلم، چې بیا دې پخپله مړ کړی وای او مړ دې کړم. نو ای بې پروا زما مړی بې باکه پرېږده او له تا څخه نوره ګیله نه لرم. ځکه چې تا د نورو انسانانو په توګه خپله طبیعي وظیفه پرځای کړې ده. ( لکه په خپلو منځو کې چې یې هم ارادي او غیر ارادي پر ځای کوئ).

یو وخت دې زړه راباندې وسوزل سو او بل وخت دې هوس راباندې وکړ، زه نه وایم چې ولې دې غشی راباندې وازمایه، مګر زما پوښتنه خو داده چې ولې دې نجات راکړی و؟ 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۳۹۹-۱۴۰۵ مخونه/ پښتو ویکيپېډيا/ بي بۍ سي پښتو ویب سایټ/ د لیکوال یادښتونه)

----------------





                                                                         جان محمد پکتیا



جان محمد پکتیا د سید محمد خان زوی د عبدالرحمان خان لمسی په خټه یوسفزی په ۱۹۱۶-۴-۲۵ع = ۱۲۹۵-۲-۵ ل نېټه په کندهار کې زیږېدلی دی. 

په خپله کورنۍ کې تر لومړنیو زده کړو وروسته په دولس کلنۍ د نورو زده کړو لپاره تورکیې ته ولېږل شو او هلته یې ثانوي زده کړې او نور لوړ تحصیلات وکړل او بېرته وطن ته راستون شو. 

دلته په وطن کې په ۱۹۴۲ع = ۱۳۲۱ل کال د کندهار په ښوونځيو کې ښوونکی وټاکل شو. بیا په ۱۹۴۵ع = ۱۳۲۴ل کال میرویس نیکه لېسې ته د ښوونکي په توګه تبدیل شو. بیا کابل ته د بهرنیو متخصصینوله خوا د نورې روزنې لپاره واستول شو او کندهار ته په بېرته ستنېدو یې د ښوونکي دنده سمبال کړه. 

جان محمد پکتیا استاد بېنوا ته په خپلو سوانحو کې یوځای لیکلي: 

« ما ډېر کلونه دمخه په مکاتبو کې هفته وار کنفرانسونه جاري کړي او مختلفې صحنې مې تاسیس کړي دي چې تراوسه پورې دوام لري. په دې کنفرانسونو کې مې ډېرې مقالې ویلي دي، چې د هغه جملې څخه ۲۴۰مقالې یوازې د پښتونستان په سپېڅلې دعوه اړه لري. په مختلفو کلو کې مې د ریاست معارف، مطبوعاتو او نورې عمومي صحنې د امر په حیث اداره کړي او په هر ډرام کې مې فعاله برخه اخیستې ده. څرنګه چې په اوس حال کې په قندهار کې کومه عمومي صحنه وجود نه لري، نو یوازې په ملي او نېکمرغه ورځو کې د عامو خلکو دپاره صحنه ترتیبوم او ډرام لیکم. سره له هغه چې د خپل ماما ملي شاعر مرحوم مخلص سره مې زیات تماس درلود، لیکن منظومې او اشعار مې لږ لیکلي دي. زه یوازې ډ ډراماتیک ادبیات سره زیاته علاقه لرم او یقین لرم چې صحنه به د خلکو د ارټ ذوق پرمخ بوځي او هم به د ټولنې په اصلاح کې لوی رول ولوبوي. په دغه نسبت ما تقریبا ۳۲ تراژیدي او کومیډي ډرامونه لیکلي او ټولنې ته مې وړاندې کړي دي. له هغې جملې څخه خپلواکي، پښتونستان، ولور، اباسین، د شیطان مرګ، جاسوس، ښوونکی او نور د کندهار په محیط کې زیاته علاقه جلب کړې او ښه اغېزه یې کړې ده. ما په دغه لار کې په سوو ځوانان تربیه کړي دي او اوس هم ( ۱۳۴۶ل) په دغه کار لګیا یم. علاوه پر پورتنیو لیکنو ددوو لېسو ( میرویس بابا او زرغونه انا) تاریخچې مې هم لیکلي دي. دغه رنګه ناوړه دودونه مې په اتیا مخه کې لیکلي او د براهمانیزم او بودیزم ژباړه مې په یو سلو شل مخه کې بشپړه کړې ده. مطالعه ډېره لرم. علاوه پر پښتو او فارسي، د فرانسوي، انګلیسي او تورکي ژبو څخه استفاده کوم».

د جان محمد پکتیا د وروستي ژوند په اړه نور معلومات لا نه دي ترلاسه شوي. 

اثار 

۱.د صحنو لسګونه ډرامونه

۲.ناوړه دودونه 

۳.براهمانیزم او بودیزم ( ژباړه)

د نظم او نثر نمونې: 

استعمار او پښتونواله 

دا جوړه تا کړه چې د دوو وروڼو نغری بېل سي 

پړی دې راوړ چې مې ورور خپل سکنی بېل سي 

په حقیقت کې له ګوګله مې زړګی بېل سي 

یا مې وجود له خپله پوسته څه ژوندی بېل سي 

مخ دې تاریخ تور کړی، نن بیا جهان کړې رسوا 

 

بس ده سر ټيت کړه عدالت ته چې مغزی بېل سي 

هیڅ پښتون نه دی چې پښتو څه یو ګړی بېل سي 

پښتو خو داده له پښتون څه ژر پردی بېل سي 

دا انصاف نه دی له کوهساره چې زمری بېل سي 

ښايي د زمري څه وړغندی د پښتو وښی بېل سي

زړه به غورځنګ وکړي چې ازاد پښتونستان غواړم 

که مې کوپړه د ککرۍ پر سم نیمی بېل سي

 

اباسین ته خطاب

ای اباسینه ! تا په وارو وارو د پښتني فاتحینو او توریالي مړو مست اسونه اوبه کړل. تا هغوی ته په مینه د زړه ګودرونه پرانيستل. ته د پښتونخوا ابايي سنګر او ملي او طبیعي سرحد یې. ددې اصیل کام د ننګ او پت ساتندوی یې ! ځکه نو هر پښتون تاسره د زړه له کومې اړه او مینه لري. 

هو، د کنګا رود د هندیانو په نظر مذهبي اهمیت او قدسیت لري او هم دغه رنګه د راین رود د جرمنیانو افسانوي رود دئ. ته هم د زرګونو کلو راهیسې ددې توریالي ټبر په ژوندانه کې لوی او حياتي رول لوبوې. ځکه نو د پښتونخوا په تاریخ کې لوړ او پیاوړی مقام لرې ! او څرنګه چې د نیل د رود دپاره ښکلې پېغلې قرباني کېدلې، نن ورځ ستا لپاره هم په زرګونو قهرمانان خپل سرونه ښندي. او ستا سرچینې د خپلو ښارګو په وینو روزي. داد پښتونخوا د شهیدانو تودې او ګلګوني وینې د سیلابونو په څېر ستا غیږې لره درومي، په تا ګډيږي، دا څه سرخ رویئ دا څه نېکمرغي ده تا لره!

نو ای اباسینه، تاته وایم واوره! نن ورځ چې ستا په شاوخوا کې پښتنو کونډو او بورو میندو خپل لاسونه د اسمانونو لور ته غځولي دي، ددوی سوې چیغې او زړه رېبونکي کوکارې په خپلو مستو څپو او غرغړو کې یادوه ! د ویرجنو زړونو سړې اسویلۍ د ګڼو او تورو ورېځو په څېر په خپلو بړاسونو ګډې کړه ! د یتیمو ماشومانو دوڼې او سپېڅلې اوښکې ددې قیمته مرغلرو په شان ناپایه سمندرونو ته ورسوه ! د پښتني پېغلو نیمه خوا ارمانونه او د وربل مړاوي ګلونه په ډېره مینه درسره واخله !!

هو، دا د استعماري وحشت کره نښانې، د ازادۍ پرسته کام د افتخار وړ یادګارونه په خپله خونړۍ غیږ کې درسره وړه ! دا توفاني جهان درسره یوسه. تر عمانونو یې واړوه ! ... هو، هلته چې اسماني پرښتې صف صف او لاس پر نام ورته ولاړې وې، یو یې سه، ابدیت ته یې یوسه، چې د پاک پروردګار او حقیقي منتقم و لوړ دربار ته ورسیږي!!

(اوسني لیکوال، ۱۴۰۶-۱۴۰۸مخونه)

---------------



                                                                                عبدالقدوس تندر 



عبدالقدوس تندر د عبدالعزیزخان زوی، د مولانا سیف الرحمان خان الکوزي لمسی، په ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال په کابل کې زیږېدلی او په یوه علمي کورنۍ کې روزل شوی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې له خپلې منورې مور څخه کړي او بیا په ۱۹۵۱ع = ۱۳۳۰ل کال د غازي لېسې په څلورم ټولګي کې شامل شو او په ۱۹۶۰ع = ۱۳۳۹ل کال ترې فارغ شو. په ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل کال د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې شامل شو. دلته تر فراغت وروسته په راډيو افغانستان کې مامور شو او بیا د نورو زده کړو لپاره لندن ته واستول شو. 

دده د نور ژوند او چارو په اړه تراوسه معلومات نه شته. 

تندر په ۱۶ کلنۍ کې شعرو ادب ته مخه کړې او شعرونه او لیکنې یې د افغانستان په اخبارونو کې خپرې شوې دي. ده په پيل کې شعر ته ډېره پاملرنه کړې وه، خو وروسته یې نثر ته توجه ډېره شوه او لنډې کیسې، ادبي ټوټې او اوږدو داستانونو لیکنو ته یې مخه وکړه. 

اثار

۱.د مینې سوغات ( لنډې کیسې)

د نظم او نثر نمونې: 

غزل 

زاړه حسن دې په نوي شان انداز 

ماشوم زړه کړ راته ګډ په سوز ګداز 

اشنا نور یې پټول رانه مه غواړه 

ساده اوښکو مې ښکاره کړ د زړه راز

مینه غواړم که په دارکه لېونتوب وي 

پروا نه کا د مزل دورو دراز 

بلبل نه یم ای زما بې وفا ګله 

چې به ستا له مخه بل ته کړم پرواز 

زه او ته به یو له بله ځارېدلو 

کاشکې نه وای دا سپېره مخ د غماز 

د وږمې په شان دې غواړم په بیدیا کې 

یم وتلی ستا په یاد پسې اواز 

تندر ګرم نه دی له ورایه په ژړا شو 

اشنا مه کړه د وصال په وخت کې ناز 

خوږ یاد 

هغه وختونه تېر شول چې تا سره به مې ستا په ښکلي او د مینې او محبت له رنګینې هوا نه ډکې بانډه کې پټ پټ ملاقاتونه کول او دواړه به د مازیګر په مینه ناکه فضا کې د سیند غاړې ته ناست او د مستو څپو ننداره به مو کوله او خپلې د یوې شپې هجران ځپلې او د دیدن تږې سترګې به مو د یوه بل په دیدن خړوبولې. 

ښه مې په یاد دي کله چې ما ورته یوه ورځ وویل: 

که د زمانې ترخه سیلۍ او د ظلم بې رحمه لاس مونږ د همېش لپاره سره بېل کړي او دغه د وصال خواږه وختونه د هجران په ترخو او زړه خوړینوونکو ګړیو بدل کړي نو....

په هغه وخت کې ستا ښایسته او د هوسۍ په شان مستې سترګې له اوښکو ډکې شوې او راته دې وویل:

ته ګوندې لا تراوسه هم د مینې په راز او د محبت په حقیقت نه یې پوه...؟ 

تاته معلومه ده چې زور او قوت هر څه کولی شي د غرو ګټين زړونه سوري کولی شي، د سمندرونو مخه بندولی شي. دنګې ماڼۍ نړولی، اوښکې ښارونه د تورو خاورو سره برابرولی شي، خو دوه د مینې په تار تړلي زړونه سره نه شي بېلولی، ولې دا هغه قوي او مضبوط مزی دی چې د دنیا ډېرو لویو قهرمانانو د تورې او قلم خاوندانو، د جهان بېشمارو فیلسوفانو ورته توره ډال ايښي او د تسلیم سرونه ټيټ کړي دي... نو ته ولې دومره ژر ځان د مایوسۍ او د زړه ماتۍ غیږې ته وراچوې؟ 

زړګیه ! چې خبره دې خلاصه کړه نو په فاتحانه انداز کې دې راته وکتل، زما په وچو شونډو نرۍ موسکا خپره او بیا دواړو په کټ کټ وخندل. 

هغه وخت تېر شو او د زمانې نا ترسه او بې رحمه لاس مونږ سره بېل کړو او هغه د راز او نیاز رنګین دفتر یې د استهزا نه ډکې خندا سره لوټ کړ. 

ای زما د خورو خوبونو تعبیر او د رنګین تصور سرداره! 

ستا ټولې خبرې رښتیا وې، تا زه د مینې په حقیقت او د عشق په اسرارو پوه کړم، تا راته د مینې او هوس معنی وښودله، تا راته د پتنګ په شان د محبت په بله ډیوه سوزېدل رازده کړل او تا زه د معنی له حقیقي جهان سره اشنا کړم، د زړګي سره !

اوس چې زه دلته لاس او پښې تړلی بېوسه پروت یم او ته هلته د محیط او ماحول په منحوسو زنځيرونو تړل شوی یې، بیا هم په خپل زړه کې مایوسۍ ته لار نه ورکوم او د روڼ سهار د راتلو په تمه به توره تروږمۍ کې د هیلو او ارزوګانو ګلان کرم. که دا ارزوګانو مې د اوبو په مخ کرښې وخيژي او د هجران د تورې تروږمۍ د سبا کېدو تمه مې هم له زړه نه لیرې شي، بیا هم ناامېدي او زړه ماتی زما په ذهن کې ځای نه شي نیولی، ولې په رښتیا سره چې زمانه په ما او تا اوس هر څه کولی شي، خو د مینې هغه کلک مزی چې زه او ته یې سره یوځای کړي یو، هیڅکله هم نه شي شلولی او نه ستا د ښکلې بشرې رنګین تصور، ښکلی خیال او د خوږو وختونو خوږ باد زما له ذهنه ویستلی شي. 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۴۰۹-۱۴۱۱مخونه)

----------------




                                                عبدالقادر ټبر



عبدالقادر ټبر د حاجي محمد نعیم زوی په خټه کاکړ په ۱۹۰۷ع = ۱۲۸۶ل کال د کندهار ښار د اولې ناحیې په منصور کوڅه کې زیږېدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په ۱۹۱۷ع = ۱۲۹۶ل کال د کندهار په شالمار ښوونځي کې پيل کړې، د پنځم ټولګي تر پای ته رسولو وروسته یې پلار وفات شو او دی اړ شو چې ښوونځي پرېږدي او په روزګار اخته شي. 

په ۱۹۲۹ع = ۱۳۰۸ل کال د همغه ښوونځي ښوونکی وټاکل شو، چې تر ۱۹۶۷ع = ۱۳۴۶ل کال پورې یې دا دنده ترسره کړې او د نور ژوند په اړه یې معلومات ونه موندل شول. 

ده استاد بېنوا ته د خپلو سوانحو په لړ کې یوځای لیکلي: 

« زما نیکه حاجي رحیمداد کاکړ د خپلو شپږو زلمیانو زامنو سره د میوند غزا په کال د پرنګیانو سره د غزا په نیت له کاکړستان څخه کندهار ته راغلی و، چې دی په خپله د درو زامنو سره په همهغه ملي او اسلامي جګړه کې شهید شوی دی». 

ټبر له ۱۹۳۹ع = ۱۳۱۸ل کال څخه په شعر ویلو خوله پرانېستې، خو په شعر کې یې د خط و خال په ځای د قومي ويښتیا مسله ډېره څرګندیږي. 

دده شعرونه د کندهار په طلوع افغان او هېلمند ورځپاڼو کې خپاره شوي دي. 

د نظم نمونې: 

ریاکار 

د ریا په حج سپین نه شوله زړه تور 

حق یې وخوړ د یتیم او کونډې خور 

په لوی ږیره یې تېر نه وځې حرام خور دی 

پر رکوع سجود که هرڅو وي نسکور 

نه د کام، وطن، ایمان ورسره غم شته 

تر غران پورې یې هېر وي شېرین ورور

تر شا کړې یې حیا هم په چمو کې 

د هوا هوس تورونکی په خره سپور 

ښه به دا وه چې یې نه وای له ټبره 

سړی بد ایسي چې غم ایږدي پر کور

+++

پښتونستان 

څو جوړ نه شي د پښتون پښتونستان 

نه به کېني پر ارامه افغانان 

فیصله ده د پښتون د مرګ و ژوند 

یا بې جوړ کړي یا به ځان کړي ترې قربان 

لرو بر پښتانه نه پرېږدي  خپل هوډ 

تر هغو چې وي نړۍ زمکه اسمان 

لا به یو مخ پښتانه ځي له نړۍ نه 

یا حاصل به کړي ملي نوم او نښان 

مخ کې خنډ مو قوانین دي د مللو 

کنه کړو به غلیم ځان پورې حیران 

د زمرو په مقابل کې چا لیدلی 

چې په ټينګه درېدلي ګیدړان 

په امېد د عدالت د بشر ناست یو 

غواړو پرانیزو په روغه دا ارمان 

د یونو په قوانینو کې دا درج دي 

کړای شي هر څوک په اختیار خپل ژوند د ځان 

نو بیا ولې دي محروم له دغه حقه 

استعمار له لاسه ټول پښتونستان 

یا به لنډ شي لاس د ظلم و استعمار نور 

یا به کړو دښمن له ځانه ړومبی وران 

بیا هغه وخت پر موږ نه ده ملامته 

ملامت به وي غدار استعمارچیان 

په ځير څار ورته څارو اوسه ټبره 

استعمار په څو بڼو شو پر جهان 

+++

هغه دی 

چې پر بېوزلو زړه سوزي قریبان هغه دي 

چې بېلوي حلال حرام مسلمانان هغه دي 

تل وي په زړه کې محبت د کام وطن ورسره 

چې تر شخصي مفادو تېر شو فدایان هغه دي 

په تش ویل سره د خلوې خو سړی نه شي مېړه 

چې ځان ستومان کړي په چوپړ د کام ځوانان هغه دي 

چاچې سپارلی وو زامن خپل د مکتب و درس ته 

نن په تعلیم او تربیه تکړه زلمیان هغه دي 

مځکه ښاره چې وړ د کښت کړه د خپل موټي په زور 

اخلي حاصل ډېر د لږ تخمه بزګران هغه دي 

یوازې ځانته چې ګټي دا څومرې ګټه نه ده 

که یې کام وایست له احتیاجه تاجران هغه دي 

دا د خپل کلي پر ډېران باندې چې نیسي چرګان 

په بڼه باز او په خویونو ټپوسان هغه دي 

که د بېوزلو بروس جوړ یې کړه نرخو نوا 

افرین وایمه پر دوی ښه وکیلان هغه دي 

په تش الفاظو شاعرۍ ډېر کتابونه ډک دي 

که یې ټبر په شعر ويښ کړ شاعران هغه دي

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۴۱۰-۱۴۱۴مخونه)

------------



                                                                  عبداللطیف جلالي 




عبداللطیف جلالي د نامتو لیکوال غلام جیلاني جلالي زوی په ۱۹۳۰ع د نومبر۲۶= ۱۳۰۹ل کال د قوس ۵ مه نېټه د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ په شهزادګانو کلي کې زیږېدلی دی. 

په شپږ کلنۍ د کابل په حبیبیه لېسه کې شامل شو، شپږ کاله یې دا لېسه ولوسته، خو د خپل پلار د ماموریت د بدلېدو په وجه یې نور تحصیل د کندهار په احمدشاه بابا لېسه کې وکړ. دا لېسه یې تر لسم ټولګي ولوسته، خو د ژوندنیو ستونزو له امله یې دندو ته مخه کړه او په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د غزني د سنايي لېسې ښوونکی وټاکل شو. یو کال وروسته ورته د نور تحصیل موقع بیا په لاس ورغله او پاتې تحصیل یې د کابل په دارالمعلمین کې بشپړ کړ. 

په ۱۹۴۹ع = ۱۳۲۸ل کال د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال ترې فارغ شو. 

تر فراغت وروسته د کابل په دولتي انحصاراتو کې مامور او وروسته یې د کابل ښاروالۍ په دوهمه دوره کې د ښار د مختلفو ناحیو د مدیر په حیث وظیفه ترسره کړه. له دې سره یې د راډيو افغانستان د پښتو نطاقي هم کوله. 

په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال  د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د حکومتونو د کلتوري قرارداد له مخې د مسکو راډيو د پښتو څانګې پرانېستلو او د خپلو تحصیلاتو د بشپړولو لپاره د هغه وخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا مسکو ته ولېږل شو او دغلته یې ماموریت او تحصیل تر ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل کال پورې دوام وکړ. په دغه دوران کې ده خپل تحصیلات د ماسټرۍ تر درجې بشپړ کړل او د سیاسي تاریخ په څانګه کې د ډاکټرۍ د درجې د حصول لپاره د کرېډټونو په اخیستلو بریالی شو؛ مګر د ماموریت د تغیر له امله دا کار نیمګړی پاتې شو. بېرته وطن ته راستون شو او د راډيو افغانستان د اطلاعاتو لوی مدیر وټاکل شو. دا وخت د راډيو افغانستان عمومي مبصرو او د اقتصادي او اجتماعي پرمختګونو په اړه یې ګڼ شمېر مقالې او تبصرې د راډيو په څپو کې خپرولې. 

په همدې کال د خپلو تحصیلاتو د بشپړولو لپاره د افغانستان د حکومت له خوا دویم ځل مسکو ته واستول شو. هلته یې په دوو کلنو کې د مسکو په علومو اکاډمۍ کې د ډاکټرۍ دوره تکمیل کړه او د اتلسم قرن په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان د خلکو د ازادۍ غوښتونکو مبارزو په اړه یې ډيزرټېشن دفاع کړ. 

جلالي لاندې هېوادونو ته علمي او شخصي سفرونه کړي وو: 

د مطبوعاتي استازي او تحصیل په غرض شوروي اتحاد ته، د انګلستان د حکومت په بلنه د بي بي سي راډيو په کورس کې د زده کړې لپاره لندن ته، د اسیايي هېوادونو د راډيو ټلوېزیون اتحاديې په عمومي اسامبله کې د افغانستان د هیات د رییس په توګه اسټرالیا ته، په شخصي ډول پولېنډ، چکوسلواکیا، جرمني، اتریش، ایټالیې، تورکیې، ډنمارک، ایران، هند، پاکستان، ټایلينډ، فلپین، اندونیزیا او هانکانګ ته. 

د ثور تر کودتا وروسته داکټرعبداللطیف جلالي امریکا ته کډوال شو. په افغانستان کې چې په ۲۰۰۱ع کال جمهوریت رامنځته شو، د امریکا له خوا د اروپا په پراګ کې د ازادۍ راډيو پښتو او دري څانګې پرانېستل شوې، څه وخت وروسته په کې جلالي هم کار پيل کړ او هلته به یې هره ورځ په پښتو او دري ژبو د ورځې یادښت او تبصره لیکله او په خپله ژبه یې خپروله. 

عبداللطیف جلالي په .... نېټه مړ شوی دی. 

اثار 

۱.مقدمه برحقوق وسیر تاریخي حقوق بین الملل عمومي ( مونوګراف)

۲.پښتني دودونه او فولکلور، په کابل مجله کې خپور شوی دی. 

۳.د قانون تکامل علمي څېړنه، په ژوندون مجله کې پرله پسې خپور شوی دی. 

۴.د خوشال خان د انتقادي نظر علمي څېړنه 

۵.د اتلسم قرن په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان د خلکو د ازادۍ غوښتلو د نهضت سیاسي، اقتصادي او اجتماعي اړخونه، د ډاکټرۍ ډېزرټېشن،  په روسي ژبه د شوروي اتحاد د علومو اکاډمۍ له خوا خپور شوی دی. 

۶.ګڼ شمېر سیاسي او اجتماعي مقالې او تبصرې چې په بېلابېلو راډيوګانو او جریدو کې خپرې شوې دي. 

د نثر نمونه: 

د خوشال خان انتقادي نظر 

پښتونخوا هغه پاکه خاوره ده، چې د ځلانده تاریخ هره پاڼه یې د لویو قهرمانانو په کارنامو او شهکاریو لیکلې شوې او ښکلې شوې ده. ددې تاریخ هر فصل و باب ځانته جلا خصوصیت او امتیاز لري. ددې مېنې اوسېدونکي، د پېړیو پېړیو د عظمت او سترتوب نښې نښانې، د پښتني ادب په اسمان کې د ځلانده ستورو په شان، د همېشه لپاره سترګکونه وهي او د شهسوارانو او سردارانو د تورې شرنګ یې تر اوسه هم د تاریخ په ګوټونو کې ازانګه کوي او نه دی خاموشه شوی. د غوریانو، سوریانو، لودیانو، غلجیو او ابدالیو په کارنامو د پښتنو د تاریخ پاڼې ډکې دي. دا پاڼې د منځنۍ اسیا په عمومي تاریخ کې یو برجسته فصل ګڼل کیږي. ددې افتخاراتو تاریخي څېړنه او نوي نسل ته د هغو تبلیغ او تلقین د پښتنو پوهانو کار دی، ځکه مونږ د خپلو پخوانیو افتخاراتو له څېړنې او پلټنې څخه بې نیازه نه شو پاتې کېدی. په علم ثابته ده، چې که د بشر دماغ په داسې معین وخت کې ودریږي، چې د پخوانیو پېښو او خاطراتو له یادولو څخه عاجزه شي، نو د اینده دپاره که هم په ډېر زیات قوت، په فعالیت پیل وکړي، هیڅ کار نه شي ترسره کولی، او د سلیم فکر انتظار نه شي ترې کېدای. 

همدا وجه ده چې د قامونو روښانه ماضي، له ځلانده مستقبل سره نه شلېدونکي رابطه لري. پښتون قام باید په خپل ذاتي قابلیت متیقین کړی شي او وپوهیږي چې که څه هم د زمانې تړاکونو کې ددوی ستر مدنیتونه او لویې امپراتورۍ په کنډوالو بدلې شوې دي، مګر ددوی ذاتي جوهر او فطري استعداد ابدي دی او همدغه کنډوالې د نوي ژوند د سترو او ښکلو ماڼيو ودانولو دپاره لوی اساس او تادو کېدی شي. پښتون قام مخصوصا باید د خپل تېر ثقافت پوره څېړنه وکړي او ددغو تحقیقاتو په رڼا کې د نوې زمانې له ایجاباتو او غوښتنو سره سم پرمختګ وکاندې، دا خبره باید په غور واورو چې د پردیو ملکونو د تاریخ او ثقافت له لارې په خپلو افتخاراتو خبرېدل د پښتون قام لویه بدبختي او عظیمه ګناه ده. مونږ افتخار کوو، چې نن د پښتنو د سیاسي او عرفاني تاریخ د یوه ستر شخصیت خوشال خان د یادو د درنښت او نمانځنې دپاره لیکوالو ته موقع پیدا شوې ده چې د پښتنو د ملي شاعر او د پښتني دنیا د لوی سیاسي لیډر د ژوند او فعالیت په مختلفو برخو په خپلو څېړنو رڼا واچوي او د نوي نسل په مخکې د پښتني دنیا د لرغونو افتخاراتو هینداره کیږدي. 

خوشال خان بابا چې د تورې شرافت او د قلم فضلیت یې په ډېر شهامت او متانت د خپل ژوند ترپایه وساته، د هند مغلي امپراتوۍ او پښتنو ترمنځ د مناسباتو په سختو بحراني او توپاني حالاتو د پښتني دنیا د سیاست او عرفان په اسمان کې د ستوري په شان وځلېده او خپل ټول عمر یې په پښتنو کې د دغو دوو لوړو انساني فضایلو په روزلو تېر کړ او کله یې چې له دې فاني دنیا څخه کوچ وکړ، نو خپل قوم ته یې د وطنولۍ حماسي جذباتو او عرفاني خیالاتو او د خپلو حکیمانه خبرو، عالمانه څېړنو، ساحرانه نظر، اوچت دماغ او لوړ تخییل او بلاخره د درد او سوزه ډکو ګیلو او مانو لوی میراث پرېښود. 

زه دلته د خوشال بابا د تجلیل ددې لویې ملي فریضې د اداکولو په لاره کې د خپلې کوچنۍ برخې د اخیستلو دپاره د خوشال بابا په خواشیني زړه او هغه انتقادي نظر یوه لنډه څېړنه کوم غواړم، چې د پښتني دنیا دپاره د عبرت لوی درس ګڼل کیږي. 

باید وویل شي چې د پښتنو تاریخ د هند د ګورګاني سلاطینو په عصر کې چې ظهیرالدین بابر یې د لودیانو د وروستي ستر بادشاه سلطان ابراهیم لودي په ماتولو سره تاداو کېښود، ځانته جلا رنګ غوره کړ، او د هغې وجه دا وه چې پښتانه په دې دوره کې د خپلو هغو بې اتفاقیو او خپل منځي اختلافاتو لرې کولو ته متوجه شوی چې د لودي سلاطینو بنیاد یې ایستلی و. په دې دوره کې پښتنو د خپلو خاورو د ازاد ساتالو دپاره د هند د لویې مغلي امپراتورۍ سره اوږدې او کلکې مبارزې کړې، دا مبارزې مخصوصا د مغلي امپراتور اورنګزېب عالمګیر په ۵۰ کلنه دوره کې چې د هند پاچاهي یې د خپل پلار مغلي شاه جهان په بندي کولو او د وروڼو او ورېرونو او حتی زوی په وژلو سره ترلاسه کړه، خپلې نهايي مرحلې ته ورسېدې. 

اورنګزېب د خپل پلار شاه جهان د سیاست په خلاف چې ګواکې د پښتنو د ازادۍ غوښتلو او ملي مبارزې په مقابل کې یې د مدارا سیاست غوره کړی و او د هغوی په داخلي چارو کې یې ګوتې نه وهلې د پښتنو سره سخته دښمني راواخیسته. 

پښتانه مشران او د هغوی د مخې خلک یې وترټل او په دې ډول یې په حقیقت کې د ګورګاني امپراتورۍ د سقوط موجوبات راغونډ کړل. ده د خپل زوی شهزاده معظم په مشرۍ د اباسین غاړې ته د پښتنو د ماتولو دپاره ګڼې لښکرې ولېږلې او په ځينو موقتي بریو کې چې هغه په خپله د پښتنو د بې اتفاقۍ محصول و، د اسیرانو له سرونو څخه منارې جوړې کړې....

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۴۱۵-۱۴۱۸مخونه/ د لیکوال یادښتونه)

------------------




                                                          جمعه ګل 




جمعه ګل د احمدخان زوی په خټه ابراهیم خېل په ۱۹۰۹-۱۰-۶ع = ۱۲۸۸-۷-۱۴ل نېټه د کابل ولایت د پغمان په فرمانخېلو کې زیږېدلی دی. 

ده زده کړې نه وې کړې او د ځوانۍ په ابتدا کې یې دهقاني کوله. په ۱۹۳۴ع = ۱۳۱۳ل کال د باسوادو پولیسو په کورس کې شامل شو او تر یوه کال وروسته یې دغه کورس پای ته ورسوه، بیا دلګی مشر شو او په ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۸ل کې د پولیسو او ژاندارم په تعلیمګاه کې شامل شو او وروسته د یوه کال نه موفق ترې راووت او د دویم بریدمن په رتبه په کندهار کې موظف شو. 

د کندهار، ننګرهار او بدخشان د امنیې په ادارو کې یې تر ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ل پورې کارونه وکړل او په دغه کال متقاعد شو. 

په ۱۹۴۳ع = ۱۳۲۲ل کال چې ده په کلات کې وظیفه درلوده، د شعر قریحه یې راوپارېده او په ملي او ولسي اهنګونو یې شعرونه ویل پیل کړل. 

ده خپل ځينې شعرونه د ننګرهار سندرغاړو ته هم ورکړي وو او هغوی به د ساز په مجلسونو کې ویل. 

دده شعرونه ساده، روان او د پښتو له ولسي محارور سره سم دي، چې د موضوع له پلوه زیاتره عشقي دي او یو نیم ځای په کې تصوف ته هم ورننوتی دی. دغه راز یې په خپلو شعرونو کې د وطنپالنې روحیه هم پیاوړې ساتلې ده. 

دده د نور ژوند په اړه معلومات ترلاسه نه شول. 

د نظم نمونې: 

لوبه 

مخامخ چې خاندې صنم پسې شاه ښکنځل کوې 

ته ولې سېزل کوې 

مخامخ خندا کړې، سپين بدن کمیس دې تور کړو 

ګډ دې هر خوا شور کړو 

بیا چې رانژدې شې په کږو سترګو کتل کوې

ته ولې سېزل کوې 

ماته چې نژدې شې بیا په ناز قدم په ورو اخلې 

ښه یې په نخرو اخلې 

ولې کړې ناترسې دا بې ځایه قتلول کوې 

ته ولې سېزل کوې 

هر سهار دې وینم په کجل دې سترګې تورې دي 

زلفې دې سمسورې دي 

سر دې شانه کړی دی په خیال چپه کاکل کوې 

ته ولې سېزل کوې 

سر دې شانه کړی تورې زلفې په ګرېوان 

دي لکه ماران 

دا ډول شعرونه جمعه ګل په قلم خپل کوې 

ته ولې سېزل کوې

-----------

بګتۍ 

تا چې وهلی په لنډۍ زنې خالونه دي 

سترګې دې ګلونه دي 

د ښو نجونو سرداره یې 

خال دې وهلی مزه دار دی 

پاس په تندي دې شغله دار دی 

قیمت یې کله په بازار دی 

مور یې لېږلې په سر کړي یې شالونه دي 

یار مې په لوري د ګلشن ځي 

دا په ښه ناز او په فېشن ځي 

مسته له خیاله په چمن ځي 

ښې ناغه داره سترګې سرې شونډې لالونه دي 

رنګ یې وهلی په سره لب دی 

ګومان کوم په څه مطلب دی 

ښه په خندا او په طرب دی 

ګورئ عالمه چنګ زلفان یې ولونه ولونه دي 

امېل یې زانګي په ګرېوان 

په عطرو لوند لري زلفان 

تاو او پېچ خوري لکه ماران 

جمعه ګل ستا دپاره کړي منترونه دي 

سترګې دې ګلونه دي 

د ښو نجونو سرداره یې 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۴۲۵-۱۴۲۶مخونه)

---------------




                                                رحیم جان جوهر 




رحیم جان جوهر د ملا سیدال سهاک زوی په خټه سهاک په ۱۹۳۳ع = ۱۳۱۲ل کال د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په بنغرو(پلن غر) سیمه کې زیږېدلی دی. 

په اووه کلنۍ کې د بهسودو په بنغرو ښوونځي کې شامل شو د درېیم ټولګي زده کوونکی و، چې د یتیمۍ څپېړه یې وخوړه او پلار یې وفات شو. 

ده لومړنۍ زده کړې په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال پای ته ورسولې او په همدې کال د کابل په حربي ښوونځي کې شامل شو. 

په ۱۹۵۳ع = ۱۳۳۲ل کال له حربي ښوونځي فارغ شو او په حربي پوهنتون کې داخل شو او په ۱۹۵۶ع = ۱۳۳۵ل کال ترې فارغ شو او د دویم بریدمن په رتبه په پوځ کې شامل شو. په ۱۹۵۹ع لومړی برید من شو او درې کال وروسته په ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل کال د تورن رتبه ورکړل شوه. 

له شعرو شاعرۍ سره یې له ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال نه مینه پیدا شوه، دا وخت دده تخلص کبیب و، چې په اتحاد مشرقي اخبار، پښتون ږغ مجله، هېواد، انیس، پامیر ورځپاڼو او په کابل راډيو کې یې په همدې تخلص شعرونه خپاره شوي دي. 

بیا د ملګرو په سلا له دغه تخلص نه تېر شو او جوهر تخلص یې غوره کړ. 

دده ځينې اثار په میرانی، عسکر، قربان، انډیوال، کشمالی، بهسودوال په مستعارو نومونو هم خپاره شوي دي. سربېره پر دې په ۱۹۵۴-۵۵ع = ۱۳۳۳-۳۴ل کلونو کې یې د پښتو ټولنې له زیرې جریدې سره زیاته راشه درشه لرله او شعرونه یې خپرېدل. 

دده په شعرونو کې د ننګ، غیرت او وطن دوستۍ برخه ډېره وه، خو تغزل او رنګیني هم په کې وه. ده پر شعرونو سربېره نثرونه هم لیکلي دي. 

دده د وروستي ژوند په اړه معلومات ونه موندل شول. 

د نظم او نثر نمونې: 

څنګه به شي؟ 

بیا به غیږې ته یار راشي که به نه شي 

مرور به مې پوخلا شي که به نه شي 

د مرض تشخیص مې ښه وکه طبیبه 

چې پیدا به مې دوا شي که به نه شي 

فال مې ښه په غور وګوره فالبینه 

چې نصیب به مې لیلا شي که به نه شي 

څو به ناست یمه د هجر توره شپه کې 

دا تیاره به مې رڼا شي که به نه شي 

څو به څيرې ګرېوان سرې سترګې ژړېږم 

دا ژړا به مې خندا شي که به نه شي 

بېګا خوب وینم پرځای غاړه غړۍ یو 

دغه خوب به مې رښتیا شي که به نه شي 

خدای پوهیږي چې به څه په جوهر وشي 

خلاص د خولې به د بلا شي که به نه شي 

++++

د وطن خدمت 

د وطن خدمت کې ستړی ستومان خوښ یم 

نا ارامه نا راحته پرېشان خوښ یم 

د وطن مینه کې تېر یم له هر شي نه 

د مجنون غوندې په دښت او دامان خوښ یم 

د وطن د غم څپېړې که په مخ خورم 

په دې عینې خواشینۍ کې ګریان خوښ یم 

علم و پوهې که اخته په دردو غم کړم 

درد و غمه سره مشت و ګرېوان خوښ یم 

زه به قصرو ماڼۍ څه کړم څه په کار دي 

د سینې په بهادرۍ او نشان خوښ یم 

د وطن خدمتګارانو کې چې شمار شم 

د لاټو غوندې که یم سرګردان خوښ یم 

که مې نوم خپل او پردي ته معلوم نه دی 

شهرت نه غواړمه ځکه پنهان خوښ یم 

چې زما د سر په وینو ساتل کیږي 

د خپل ځان په شهادت په قران خوښ یم 

لاس او پښې مې چې تڼاکې شي خدمت کې 

په والله چې زه جوهر رحیم جان خوښ یم 

 

ما په خوب کې ځان ملنګ لیدلی دی

چاچې ستا د شونډو رنګ لیدلی دی 

ارت جهان یې په ځان تنګ لیدلی دی 

ما دې هغوی ملامت کړي ستا په عشق کې 

چې ستا د پاولو شرنګ لیدلی دی 

د رنجو غوندې به ولې نه تورېږم 

ما د تورو سترګو جنګ لیدلی دی 

لړمون خوړینی زاره چاودی څنګه نه شم 

په سینه یې ما لونګ لیدلی دی 

ټوله شپه مې لپې لپې دي ژړلي 

سپی رقیب مې ستا ترڅنګ لیدلی دی 

که د سترګو قوماندان دې بولۍ ورکړه 

د بڼو دې ما خدنګ لیدلی دی 

درسته شپه شمعې ژړلي دي مجلس کې 

چې بېګا یې خپل پتنګ لیدلی دی 

تا زما پوښتنه عمر کې ونه کړه 

زړه دې سخت لا ما له سنګ لیدلی دی 

دا به نه وایې جوهره د چا زو یم؟ 

چا په عشق کې نام و ننګ لیدلی دی

+++

زه به هم ځان سپوږمۍ ته ورورسوم 

د نړۍ په اخبارونو کې لولو او له راډيوګانو څخه یې اورو چې غښتلي قهرمانان لګیا دي، د کیهاني کامیابو الوتنو افتخار حاصلوي او د فضايي بېړیو په مرسته د مزکې په چاپیریال کې د څو چکرو لګولو وروسته بېرته مزکې ته راستنیږي. 

د څو کلونو راپه دې خوا ما هم دا تصمیم نیولی دی چې په هر صورت چې وي زه هم ځان سپوږمۍ ته ورورسوم او خپل دا ارمان وباسم او دا امېد ترسره کړم، مګر زه د سپوږمۍ نه ګردچاپېره چکرونه نه وهم، بلکې نېغ په نېغ هو نېغ په نېغ سپوږمۍ ته ورځم. 

ما پورې مه خاندئ او ریشخند راباندې مه وهئ کنه ! 

ولې زه انسان نه یم !؟

نور به د فضايي بېړیو او کیپسولونو په مرسته سپوږمۍ ته ورځي، مګر زه شلیدلی ګرېوان نمناکې سترګې دردېدلی زړه په خپلو پښو د خپلې ګرانۍ سپوږمۍ غیږې ته ورځم چې د بېلتانه دا توره شپه مې رڼا شي او دا نوراني پېغله سپوږمۍ زما شي !

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۴۲۷-۱۴۳۰مخونه/ د لیکوال یادښتونه)

-------------

پروانه حریق 

پروانه حریق د مېرزا خانجان زوی د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ولایتو کلي کې په ۱۹۳۲-۹-۲۶ع = ۱۳۱۱-۷-۴ ل نېټه زیږېدلی دی. 

په ۱۹۴۶ع = ۱۳۲۵ل کال د بهسودو له لومړني ښوونځي څخه فارغ شوی او د کورنیو ستونزو له امله یې نورې رسمي زده کړې ونه کړې، خو په خصوصي توګه یې له استادانو څخه زده کړې کړي دي. دومره یې کولی شول، چې لیک لوست وکړي. تر زده کړو وروسته د ننګرهار ولایت په قبایلو ریاست کې د مامور په حیث مقرر شو. 

اوسني لیکوال د استاد بختاني له قوله دده په باب لیکلي: 

« ښاغلی پروانه حریق چې دده د نوم او تخلص پښتو ترجمه (سوی پتنګ) کېدی شي، د اشعارو له مخه د کومې محبوبې د شمعې پتنګ نه، بلکې د قوم او وطن د محبوبې او د علم او عرفان د ډيوې پتنګ دی. وضعه یې ساده، بې الایشه او پښتني ده. په اشعارو کې یې عشقي او تغزلي جنبه لږه او اجتماعي او انتقادي روح ډېر دی او د قوم او ولس د بیدارۍ سره پوره علاقه لري». 

دده کوم ځانګړی اثر نه دی خپور شوی، ممکن کورنۍ یې شعرونه ساتلي وي.

دده د نور ژوند په باب معلومات ترلاسه نه شول. 

ولټوه 

که غواړې چې غني شې عاجزان ولټوه 

د هر دېوال په سوري یتیمان ولټوه 

د هر دروېش کچکول کې خزانې د در ګوهر دی

دېوان ته یې نظر کړه، ځه رحمان ولټوه 

که غواړې په ژوندون کې ارامي او ښه راحت 

ددې مقصد دپاره غریبان ولټوه 

صحت که چېرته غواړې چې نصیب دې وي مدام 

ددې علاج دپاره دردمندان ولټوه 

که چېرته داسې غواړې چې محبوب شې په ولس کې 

بهبود د جامعې ته ښه زلمیان ولټوه 

که خپور غواړې ادب او تمدن په شاوخوا کې 

نو ګرځه مدرسو کې ښه پوهان ولټوه 

هغه ډيوه کړه بله چې رڼا پرې درست هېواد شي 

حریقه بیا نو سوي پتنګان ولټوه 

++++

ووینم 

موسکۍ شه مخ راواړوه چې بیا دې ووینم 

د مینې خندا وکړه چې خندا دې ووینم 

سرې شونډې په اخلاص که راته بېرته کړې محبوبې 

همدا راته جنت دی چې ښکلا دې ووینم 

شین خال دی په تندي کې لکه شمع تجلا کا 

پیکی دی لږ په څنګ کړه چې رڼا دې ووینم 

نري نري کاته دې یاره زه یم رنځور کړی 

رغېږم چې نازي سترګې شهلا دې ووینم 

چې تېر شو هغه تېر شو رحم وکړه ای صنمې 

مړېږم نه هیڅ کله چې بیا بیا دې ووینم 

+++

غزل

نورو ځانته غوره که ماڼۍ او ښه قصرونه کړل 

ما د ځان دپاره خوښ همدا غرونه دښتونه کړل 

ښکاري لوړ مقام په محبت کې لېونتوب ماته 

ځکه مې د ځان سره ملګري دا فکرونه کړل 

یار که مې په سل رنګه جفا کوي منظوره ده 

ما په سر قبول د اشنا واړه ستمونه کړل 

خیال دې وي د یار او نور که هرڅه نه وي نه دې وي 

خیال مې د جانان راته ډاګونه هم باغونه کړل 

وسوزه حریقه ته د عشق په لمبو وسوزه 

ګوره محبت چې یې خلیل ته اور ګلونه کړل 

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۴۳۱-۱۴۳۲مخونه)

    




                    

                                             ملا عبدالمنان حیرت 




ملا عبدالمنان حیرت د مېرزا عبدالرحمان زوی په خټه کاکړ په ۱۹۰۱ع = ۱۲۸۰ل کال په کندهار کې زیږېدلی، او هماغلته لوی شوی دی. 

زده کړې یې په خصوصي توګه کړي او مختلف روزګارونه یې ترسره کړي، کله به دوکاندار، کله به یې په ځينو موسسو کې کار کاوه. 

اوسني لیکوال دده په باره کې د «ویران» له قوله ځای لیکي: 

« په کندهار کې ملا عبدالمنان حیرت یو د قدر وړ شاعر دی، دی په خپل ادبي تاریخ او د شاعرۍ په سیر کې یوه د حرارته ډکه دوره تېره کړې ده، چې نکلونه یې ډېر خلک کوي. هغه وخت چې دده د شاعرۍ زورورې دورې وې نو غزلې او شعرونه یې د هر شوقي او غزلچي په کتابچه کې په پیخر موجود وو، دا مو لا هم اورېدلي دي چې پر غزلو یې خلکو روپۍ هم ورکولې. 

د ملامنان د شاعرۍ یو کمال دا هم دی لکه اروپایان چې وايي، شاعران د شناخته وو شیانو څخه ناشناخته او د ناشناخته شیانو څخه شناخته جوړولای سي، ځکه د ملا عبدالمنان حیرت په شاعرۍ کې دا مزیت موجود دی، په زیاته بیا هغه وخت چې دا شعر او غزل په خپله وايي. ملا منان خپل شعرونه او غزلیات په یوه زګېروي او نیولي اواز وايي، منګر دونه د مینې او محبت تاثیرات په کې ډېر وي، چې هم په خپله دی هم حاضر مجلس له عادي حاله و بل حال ته اړوي. په زیاته بیا چې د مطربانو او شوقیانو مجلس تود وي. ملا صاحب خورا پر وجد راځي او بې اختیاره ځنې اوازونه تر خولې راوځي، چې ددوی د بل حال څخه ترجماني کوي. په هر صورت ښاغلی حیرت ولسي شاعر دی او ددې محیط په روانه ژبه کې یو منل سوی مقام لري.... 

نوموړی یو مستغني، بشردوسته او د لوړ همت څښتن دی. د رفیقانو او دوستانو سره صحبت په خورا خندا او ورین تندي کوي. د مسکینانو پر حال تل د زړه سوي او خواخوږۍ احساسات څرګندوي. برسېره پر غزلیاتو او عشقي پارچو یې ځينې شعرونه او ادبي ټوټې سته چې ددوی د وطن دوستۍ، قوم پرستۍ او غریب نوازۍ څخه شکایت کوي او داسې موضوعات یې د هېواد په جرایدو لکه طلوع افغان، کابل مجله، کندهار مجله او نورو کې موندلای سو». 

دده د مړینې او اثارو په اړه معلومات ترلاسه نه شول.

 

د ورورګلوۍ ږغ 

قلف په تجریو کې پیسې دنیادارانو کړې 

خاورې یې پر سر په کندهار کې د خوارانو کړې 

وځي ننوځي په هرځای دعوې نارې وهي 

سود او سلا پور نورې ابلکې معملې وهي 

لاس که یې پر بر سي د مسکین په حق حملې وهي 

خدایه دا مردار مضامین ورک د ممسکانو کړې 

رنګ رنګ یې کوټۍ نوې غالۍ او شنه باغونه دي 

تېر سوه تر لکونو یو ځای کړي یې کروړونه دي 

روڼې یې بڼې او د سندان په شان یې زړونه دي 

غوښې يې په خولو ټوکر ټوکر د انسانانو کړې 

څوک یې ځورولي څوک ښه ډېر یې نښتېځلي دي 

څوک یې په کورو کې تر عیاله شرمولي دي

څوک ددوی د لاسه وچ شونډان او لاس ناولي دي 

چاته یې خالي ګونۍ ترڅنګ خدای ناترسانو کړې 

کار د لکو خلکو یې هم بند وراچولی دی 

خان، حاجي صاحب په خوشالۍ خپل څنګ وهلی دی 

خوار او عیالدار یې د نېستۍ پر اور سوزلی دی 

وچې د تن وینې یې د وطن د مسکینانو کړې 

اړ یې کړه تمام خلک و فقر او وغلا لره 

دوې په لک روپۍ امېل رانیسي کور والا لره 

خدایه نور مې ورمه کړې په خوله و دې بلا لره 

زده یې دا خویونه او پېښې د مارګیرانو کړې 

مرګ د مسکین هیڅ اهمیت نه لري و دوی لره 

نه ګوري د چا و مفلسۍ او رنځورۍ لره 

وګورئ دې هسې بې حیا زندګانۍ لره 

رډ په رډ یې خلکو ته کردې د ظالمانو کړې 

مه کوه باور ته په خبر د دنیاداره هیڅ 

یو به نه سې ګټه ته ددوی له اعتباره هیڅ 

نه کوي کومک بې مدعا له یوه خواره هیڅ 

بس عبدالمنانه څه اظهار د بې دردانو کړې 

+++

نظم

لږ لږ کوه راته په مینه کاته 

بیا به یادېږو پر جهان زه و ته 

سخت یم اسیر ستا د زلفانو په بند 

هیڅ مې وانه خیستئ له عمره څه خوند 

مړیم، هیڅ نه یم، په حساب کې د ژوند 

مینا بدنامه د شرابو په خوند 

حریفان وینم خماریان دي پراته 

بیا به یادیږو پرجهان زه و ته 

 

راڅخه وړی دی ارام و قرار 

درد مې زیاتیږي دم په دم وار په وار 

په یارانه کې دې رسوا کړم د ښار 

او حال مې دا چې نه راځي پر کنار 

د فراق غشي مې تر زړه وخاته 

بیا به یادیږو پرجهان زه و ته 

 

ټول واردات، عوارضات دې لیکم 

آه حسرت داغ و پونډکۍ و مرهم 

که شفت دی، که دې ظلم و ستم 

اختیار دې خپل دی محبوبې محترم 

لیمه مې غبرګ په انتظار وواته 

بیا به یادیږو پرجهان زه و ته 

 

شرف د عشق به دې ساتم په خپل وس 

تر هغو پورې څو مې وي دست و رس 

که څه هم هر څه وایي کس و ناکس 

ولې بې عشقه زنده ګي ده عبس 

لو نامرادي ده ستا له غمه واته 

بیا به یادیږو پرجهان زه و ته 

 

هر وخت پر ګل به وي ترسره بوستان 

ترانه ساز به وي هزار داستان 

ستا ترانه مقام د عبدالمنان 

نه لرم بل څوک په ښکاره و نهان 

غاړه مې تاته ده نرۍ تر ويښته 

بیا به یادیږو پرجهان زه و ته 

(اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۴۳۳-۱۴۳۵مخونه)

------------



                                                                 عبدالاحد ښالېز 




عبدالاحد ښالېز د مېرزا محمد ایوب خان زوی، د حاجي عبدالقیوم خان لمسی په خټه مورچه خېل مومند په ۱۹۲۱ع = ۱۳۰۰ل کال د ننګرهار د سره رود د نغرک په کلي کې زیږېدلی، چې بیا د ننګرهار ولایت د کوزکونړ ولسوالۍ د شګي لوی کلي ته کډه شوی دی. 

زده کړې یې په خصوصي توګه کړي، په لس کلنۍ کې یتیم شو او له ګڼو ستونزو سره مخ شو. د وطن مینې او د طبیعت ارزوګانو شاعر کړ. ړومبنی تخلص یې بېنوا و، خو وروسته ښالېز شو. له ۱۹۳۶ع = ۱۳۱۵ل نه تر ۱۹۴۷ع = ۱۳۲۶ل کال پورې یې شعرونه د بېنوا په تخلص لیکلي دي، د استاد عبدالروف بېنوا له تخلص نه تر خبرېدو وروسته یې دا تخلص پرېښود. 

له ۱۹۳۷ع = ۱۳۱۶ل کال راهیسې یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې رسمي وظیفي کړي، چې په کې ننګرهار، قطغن، مزار شریف او مېمنه شامل دي. په ۱۹۶۲ع = ۱۳۴۱ل کال یې د افغانستان د داخله وزارت د لویې قوماندانۍ په صناعتي مدیریت کې ماموریت درلود. 

اوسني لیکوال د استاد بختاني له قوله دده په باب یو ځای لیکلي دي: 

«ښاغلی ښالېز ډېر پوخ، متین او نرم سړی، د رقیقو احساساتو او نرم زړه خاوند دی او ورو ورو غږیږي. د مېلمه پالنې حس خو له هر پښتانه سره وي، مګر دده دغه حس افراطي دی او د مېلمنو په پالنه کې یې د خپل ځان پالنه هېره کړې او قربان کړې ده. په اشعارو کې یې نازکخیالي خوښیږي او اکثره شعرونه یې عشقي رنګ لري. په ملي او وطني موضوعاتو کې هم ځينې پارچې لري او د پښتني پېغلې شعر یې د دواړو خواو یو ښه امتزاج دی. 

وضعه یې ساده ده، خو فکر یې پوخ دی، شعر یې رنګین او لباس یې بې رنګه دی، بڼه یې د عمر په تقاضا او د ډېر کار په اثر مړاوې او تخلص یې ښالېز دی، وايي چې ښالېز د مومندو په اصلاح تازه، ښېرازه او سمسور ته وايي». 

د عبدالاحد ښالېز د ژوند وروستۍ پېښې تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.

پښتنې پېغلې 

پښتنې پېغلې ستا په ټيک او په وربل مې قسم 

ستا په غیرت د پښتونوالې او عمل مې قسم 

ستا د کړۍ کړۍ زلفانو په هر ول مې قسم 

ستا په زمبک د لونګین او په هیکل مې قسم 

که مې سر ځار نه کړو وطن ځنې پښتون به نه یم 

که زما مینه لباسي وسي مجنون به نه یم 

پښتنې ستا په دې ښکلا او خال و خط مې قسم 

ستا په ښایسته جامو کې پټ ساتلي پت مې قسم 

ستا په جمال ستا په عفت ستا په عصمت مې قسم 

ستا په احساس د پښتونوالې او غیرت مې قسم 

مجادله به زما وي له استعماره سره 

د ملیت په ننګ خوښمن یم له ایثاره سره 

پښتنې ستا د دواړو وریځو په محراب مې قسم 

ستا د نرو زلفو اوږدو په هر تناب مې قسم 

ستا په موسم د پېغلتوب او په شباب مې قسم 

ستا د پستو شونډو په رنګ دمې او تاب مې قسم 

چې دا وطن د پلار نیکونو اديره ده زما 

خاوره یې سترګو لره غوره مامیره ده زما 

پښتنې مخ که استعمار نه اړولی و ما 

یا له ایثاره ځنې سر چېرته ساتلی و ما 

یا غلام شوی وم د بل امر منلی و ما 

یا تښتېدلی وم په شا زخم خوړلی و ما 

چې مې ونه ګنډې د شا زخم د زلفو په تار 

پښتون به نه یم پښتنو کې به هم نه یمه شمار 

پښتنې پېغلې د چا حق کله خوړلی شي څوک 

د شګې بند چېرته سیلاب ته ټينګولی شي څوک 

چېرته ګیاه سره سیندونه بندولی شي څوک 

د پښتنو شهیدان کله ازمولی شي څوک 

د پښتنو نه چېرته ښکلي شهیدان هېریږي 

چېرته یې بند کې باچاخان او نور بندیان هېریږي 

پښتنې هر کام د پښتون په ننګ غیرت راغلی 

وخت د یووالي، حریت او مودت راغلی 

د هر زلمي احساس په جوش او حرکت راغلی 

د ازادۍ ناوې جوړیږي پرې نوبت راغلی 

وايي ښالېز د پښتنو پښتونستان جوړیږي 

پښتنې پېغلې ستا د شاړو ګلستان جوړیږي 

+++

غزل 

دا ژړ زبېښلی رنګ سر مې نسکور په زنګو 

دا ستا په درد او غم کې 

توري غوندې زنګېږمه د فکر په ټالو 

دا ستا په درد او غم کې 

ليمو مې ځواب ورکړلو چې خوبه بیا رانه شې 

مقام چې کوم دا ستا و هغه ونیو اوبو 

دا ستا په درد او غم کې 

دا اوښکې اوبه نه دي، بلکې وینې مې د زړه دي 

ګرېوان یې راته لوند کړ چې وریږي په شېبو 

دا ستا په درد او غم کې 

بې واره فریادونه چې زما له خولې نه خېژي 

ګاونډ او اصالت مې عذاب کړی په زګېروو

دا ستا په درد او غم کې 

پتنګ که په جمال د شمعې وسو وصل یې بیاموند 

بې وصله زه ښالېز وسوم د هجر په میرو 

دا ستا په دردو غم کې 

++++

غزل 

د عشق رساله ده تر قیامته نه زړیږي 

د صدق مقاله ده تر قیامته نه زړیږي 

کاغذ د پیسو نه دی چې په جیب کې به مې زوړ شي 

د مینې قباله ده تر قیامته نه زړیږي 

د شفعې دعوا نه کوم چې وخت ورته معلوم دی

زما بېله دعوه ده تر قیامته نه زړیږي 

څوک حکم د بطلان په محبت نه شي کولی 

دا کلکه فیصله ده تر قیامته نه زړیږي 

زما ښالېز په غاړه کې د تمې رسۍ نه شته 

د زلفو سلسله ده تر قیامته نه زړیږي

(اوسني لیکوال، ۳ ټ، ۱۴۳۶-۱۴۳۹مخونه)

---------------





                                                     عبدالغفور خروټی




عبدالغفور خروټی - چې په کندهار کې یې په شېخ صیب شهرت لاره - د عبدالستار زوی د ۱۹۰۱ع = ۱۲۸۰ل کال په شاوخوا د کندهار په لومړۍ ناحیه کې زوکړی دی. 

د متادوله علومو تحصیلات یې په خپله سیمه کې په خصوصي توګه کړي او بیا یې تجارت کاوه. په دې لړ کې د تجارت لپاره هندوستان او سعودي عربستان ته هم تللی و. په کندهار کې د هغه وخت فعال پښتوادبي انجمن غړیتوب یې هم لاره او د انجمن په خپرونه«پښتو» او کابل مجله کې یې ډېر مضامین خپاره شوي دي. په طلوع افغان کې یې کیسې خپرې شوې دي. کله چې له وطن نه بهر و، هم د لیک په ذریعه یې مطبوعاتو ته لیکنې وراستولې او په طلوع افغان کې یې د کندهار د علماوو او شاعرانو سوانح هم پرله پسې لیکلي او خپرې کړې دي. 

خروټی له پښتو پرته په عربي او پارسي ژبو هم پوهېده. دی د څه وخت لپاره د کندهار ښاروالۍ وکیل او هم د کندهار د خلکو له خوا د ملي شورا په اتمه دوره کې د وکیل په توګه ټاکل شوی و. له وکالت وروسته یې بیا تجارت کاوه. 

دی د پښتو او پښتونولۍ په باب د ښو نظریاتو خاوند و. په دې سلسله کې د پښتونستان نوم چې پخوا پټانستان و، په طلوع افغان کې ده په یوه لیکنه کې د پښتونستان نوم وړاندیز کړ، چې دده له برکته وروسته عام شو. 

دده د وروستي ژوند په هکله نور معلومات تراوسه نه دي ترلاسه شوي. 

اثار 

۱.پښتو لیک 

۲.سیرت النبي د پنځم ټولګي لپاره 

۳.ترتیب وطني ( پښتو ته ژباړه)

۴.مدنیت اسلام ( پښتو ته ژباړه)

د نثر تمونه: 

د شګوفې وداع 

زه به هیڅکله ستا د وداع ساعت هېر نه کړم او تل به یې یادوم، ولې چې تا د وداع ساعت نه د اوښکو او نه د حرمان یاد دی، بلکې د ګلو د باران یاد دی. 

هغه ساعت به هېر نه کړم، چې ښکلا دې د سپین لباسه وته او په خپل شنه لباس کې لوېده، ستا ژوند و ماته د هغه ژوند سبق دی، چې په شرف سره شروع سي او په شرف بشپړ سي. 

هر کله بیا په خوښۍ و شرف راسې ای د ژوند د موسم فاتحې! چې غوړېده دې خندا وه او رژېده دې ښکلا.

++++

 

لېونی

سپين ږیرو به ویل، پخوا یو سړی و، چې ټولو خلکو به لېونی باله او دده پر لېونتوب چا انکار نه درلود، دی له دې جهته په لېونتوب نه و مشهور سوی چې ده پرتې خبرې کولې او یا به یې ډبرې ویشتلې، روغ کالي او سمې خبرې یې وې لیکن دونه و چې نن به یې هرڅه وګټل، خپل ضروریات به یې په رانیول او پاته روپۍ به یې په اور کې وسوزلې؛ سبا به بیا په خپله خوارۍ اخته و. دوستانو او خپلوانو چې به هرڅه نصیحت ورته وکئ، فایده یې نه کوله. ده به سهار په سهار خپلې روپۍ سوزلې، په اخر کې هر چا لېونی باله او په ټوله ښار کې په لېونتوب سره مشهور سو او رښتیا هم لېونی و چې په زحمت ګټلې روپۍ به یې په اور کې سوزلې. 

یو وخت د امریکا څخه یو د اقتصادیاتو فارغ التحصیل راغلی و، چې د ملک په اقتصادي چارو  کې په خوار کوښښ اخته و، په راډيو، اخبارونو او اعلاناتو کې به یې تل و خلکو ته اقتصادي هدایتونه خپرول او د ملک حقیقي ژوند یې په اقتصاد پورې تړلی باله. 

نو ددې لېوني بیان یې تر غوږه ور ورسېدئ چې یو سړی دی په زحمت او خوارۍ روپۍ وګټي، بیا یې په اور کې سوزوي. ده ډېر تعجب وکړ او ددې لېوني د لیدلو دپاره په خپله رارهي سو. چې دا څنګه لېونتوب دی.

د سهار پر وخت متخصص دده کره راغی، ده په عزت سره دده استقبال وکئ، د چایو او ډوډۍ ست یې هم ورته وکئ، متخصص ورته وویل چې نور تکلیف نه درکوم، و ماته فقط یو قوتۍ سېګرټ راوړه. سېګرټ یې ورته راوړ او په ښه اهلیت سره یې مجلس ورسره وکړ، کوم وخت چې دده د خوارۍ وخت سو، متخصص ته یې وویل، زما د خوارۍ وخت دی، مهرباني وکړه، راځه چې ځو. 

متخصص وویل چې ماته خو چا ویلي و چې دی داسې لېونتوب لري چې سهار په سهاره روپۍ سوزئ، نن خو دې نه روپۍ وسوزلې او نه دې لېونتوب وکئ. ده ومسل او ورته یې وویل، هغه لېونتوب خو نن تا وکئ، نو له دې جهته ما پرېښود، متخصص په ډېر تعجب او تکبر سره وویل، زه او لېونتوب؟ ده وویل، صاحبه ! 

ما به هر سهار پنځه روپۍ سوزلې، نن مې د هغو پنځو روپو سېګرټ رانیول چې تا وسوزل، لیکن تاسې زموږ سوزل لېونتوب بولئ او خپل دا فېشن!!

++++

د غره پر څوکه 

ما پخوا اورېدلي و، چې د لوړو خلکو لوړ فکرونه وي، نو زما د ډېره وخته دا ارمان په زړه کې و، چې زه لوړ شم او زما فکر هم لوړ سي، نو په خپل زړه کې مې دا سره جوړه کړه چې یوه ورځ به غره ته خېژم چې تر ټولو خلکو لوړ شم. 

لمر لا خپله رڼا پر مزکه نه وه پاشلې، د شبنم اوښکې لا هم د ګل پرمخ پرتې وې، چې زه د غره وخواته رهي سوم. غره هم د سهار په وخت کې یو عجیب منظر درلود، د سهار د بلبلو شور یې په سر کې په خورا درنه وضع سره ناست و، دنیا ته یې کتل، د ورېځې ټوکران سره سره شوه د لمر لومړیو شغلو د غره پر سر د لمر راختو اعلان وکړ. لمر راوخوت، خلک د کورو څخه راوتل، په خپلو مزکو کې په خوارۍ اخته کېدل، زه د غره لمنې ته راغلم، د غره دسره سره یا تر هغه لا هم لوړ په هوا کې مرغان ګرځي، که یې حرکت نه کولای تا به ویلای چې تور ټکی دی. 

زما ډېره غبطه ورسره کېده، چې که دغونه سړی لوړ سي، نو به یې فکر څونه لوړیږي. کشکې زه دغو نه لوړ سم، اوس زما په مخ کې غر دی او دا هم معلومه ده چې په لوړه ختل څونه زور غواړي، مګر هر ان نوې هوا او دا ګړۍ په ګړۍ د طبیعت په غیږ ننوتل او له یوه پېچومي څخه و بل ته ختل زما ستړیا راڅخه وړي، لاندې چې وګورم، هغه ژورې شېلې او هغه د غره سمې، کږې ونې چې تر اوسه یې بېله قدرت، بل د تربیت لاس نه دی لیدلی، یو عجیب منظر راته جوړوي، زه چې هر څو لوړ سم، سترګې مې لا پر ډېرو شیانو احاطه کوي او طبیعي ده چې هرڅه چې منظر پراخیږي، زړه هم هغو نه ورسره خلاصیږي. 

د غره سر لا نه دی لیکن ورته را نژدې یم، دلته هغه لوی مرغان چې لومړی وماته لکه تورټکی داسې ښکارېده، پر ډبرو ناست دي، د یوه یوه لا یو هډ هم په مونګلو کې وي، دا هغه ټپوسان او باښې دي چې پر مردار به  راټول وو، هر یوه خپله برخه راوړې، دلته یې د غره پر سر په بېغمۍ خوري. 

سبحان الله ! لکه حس چې تېروزي، عقل هم دغسې خطا کیږي، زما خو لومړی دا خیال و، چې سړی دغونه لوړ سي، بیا به په دغسې مردارو پسې نه ګرځي، اوس یې دادی په سترګو وینم. 

د غره پر سر ودرېدم، هرې خوا ته مې وکتل، لاندې مې و مزکې ته وکتل، هغه خلکو چې په مزکو او کښتو کې یې کارونه کول، دونه نوکی نوکی راته ښکاريږي، دا هغه لوی لوی سړي دي، چې ما لیدل، چې خپل کارونه یې کول، اوس نو پر څه دونه کوچني راته ښکاريږي؟ دا په دې چې زه لوړ سوم؟ 

هلته د غر پر سرو خدای ته پر سجده سوم، چې خدایه ! ما د داسې لوړوالي څخه وساتې چې ستا مخلوق به کوچنی راته ښکاریږي. 

(اوسني لیکوال، ۳ ټ،۱۴۴۰- ۱۴۴۲ مخونه)

------------





                                                       عبدالجلیل سرتور 




عبدالجلیل سرتور د محمد ایوب خان زوی په خټه مومند – مورچه خېل د ۱۹۳۱ع = ۱۳۱۰ل کال په شاوخوا کې د ننګرهار د کوزکونړ( ښېوې) ولسوالۍ په شګه کې زیږېدلی دی. 

لومړنۍ زده کړې یې په سیدجمال الدین افغان ښوونځي کې تر شپږم ټولګي پورې وکړې. نور تحصیلات ترې د روزګار له امله پاتې شول، خو په خصوصي توګه یې زده کړې او مطالعه ډېره وکړه. 

په ۱۹۵۰ع = ۱۳۲۹ل کال یې رسمي ماموریت پیل کړی او په ننګرهار سربېره یې په مزارشریف او پروان ولایتونو کې دولتي دندې کړي. بیا یې دندې پرېښودې او د بزګرۍ په چارو بوخت شو. تر دې وروسته یې د ننګرهار د قبایلو په ریاست کې ماموریت پیل کړ، چې همدا دندې یې په کابل او کونړ کې هم ترسره کړې دي. ورپسې بیا د زابل ولایت د قبایلو لوی مدیر شو او د ثور د کودتا تر لومړیو وختونو پورې یې دغه ماموریت دوام کړی دی. د ۱۹۶۱ع = ۱۳۴۰ کلونو په شاوخوا کې یې په ننګرهار کې د نورو ملګرو په ګډون د ولسي تړون په نوم یو ګوند جوړ کړ چې اجتماعي او سیاسي فعالیتونه یې کول، بیا دده په وساطت دا ګوند چې یوازې په ننګرهار پورې محدود و، له افغان ملت ګوند سره یوځای شو. 

په ۱۹۸۰ع = ۱۳۵۹ل کال په کابل کې د واکمن رژیم له خوا د مخالفت په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شو، چې د څه باندې پنځه کاله بند ګاللو وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت له خوا د بنديانو د بښنې په ډله کې دی هم راخلاص او پښتونخوا ته کډوال شو. 

هلته یې په افغان ملت ګوند کې بېرته سیاسي فعالیت پیل کړ او دوه ځل په کې د عالي شورا غړی ټاکل شوی و. 

سرتور د ژوند په وروستیو وختونو کې د افغان ملت ګوند د ننګرهار ولایتي شورا په دفتر کې دندې ترسره کولې. 

عبدالجلیل سرتور په ۲۰۱۱-۱۲-۱ع = ۱۳۹۰-۹-۱۰د پنجشنبې په ورځ په خپله سیمه د ښېوې په شګه کې وفات او هماغلته خاورو ته وسپارل شو. 

په ۱۹۵۴ع = ۱۳۳۳ل کال یې شاعري پيل کړې او شعرونه او نثرونه یې په بېلابېلو ورځپاڼو او خپرونو کې خپاره شوي دي. 

پوهاند رشتین او استاد بختاني په ده د خوښمن تخلص کېښود، خو لکه چې مشهور نه شو، دی د ژوند ترپایه په سرتور باندې مشهور و. 

دده شعرونه ساده او بې تکلفه دي او وطني اصطلاحات او محاورې په کې ډېرې دي، چې ځينې شعرونه یې د ننګرهار سندرغاړو هم ویلي دي. 

د سرتور د ځانګړو اثارو په اړه په څه نه پوهیږو، خو دده د کورنۍ غړیو یې د «ګلپاڼې» په نامه د یوې چاپ ته چمتو ټولګې یادونه کړې ده. سرتور له دې پرته نور شعرونه هم لیکلي، که خپاره شي، څو اثار ترې جوړېدی شي. 

د شعر او نثر نمونې: 

بدله 

چې ستا خندا ته مې وزرونه د بورا کولی 

څومره به ښه وای چې تا هغه ما به دا کولی 

لویې ساراوې وی رنګین رنګین ګلونه په کې 

لکه موجونه په کې 

نرۍ وږمه د پسرلي شنه چمنونه په کې 

تازه فکرونه په کې 

هرچنه کې د اوبو راتلی رودونه په کې 

وی ابشارونه په کې 

تا احترام د ریدي ګل ما د شهلا کولی 

څومره به ښه وی چې تا هغه ما به دا کولی 

محفل مو ساز وی سردونه غږېدلی راته 

یاران راتللی راته 

د اسمان ستوري له هوسه ګډېدلی راته 

سبا خندلی راته 

ستا محبت مې لا په زړه کې لمسېدلی راته 

غم ځورېدلی راته 

تا زمزمې د بیرمې ما د آسا کولی 

څومره به ښه وی چې تا هغه ما به دا کولی 

کله له لرې نه غړانګې د شپنو راتللی 

په دې چنو راتللی 

ګلې ګلې ټولګي ټولګي د غرڅنو راتللی 

د سیلانو راتللی 

د ګلو غیږ ته قافلې د مېلمنو راتللی 

په تنتنو راتللی 

چې تا د ګلو ننداره کړی او ما ستا کولی 

څومره به ښه وی چې تا هغه ما به دا کولی 

یاره سرتوره درته څه رنګین جهان جوړوي 

د زړه ارمان جوړوي 

په ښو خیالونو درته خپل څيري ګرېوان جوړوي 

د مینې شان جوړوي 

دا ستا راتلو ته مخ د زمکې نه دامان جوړوي 

ښه ګلستان جوړوي 

اشنا چې ما د ستا سلا او تا زما کولی 

څومره به ښه وی چې تا هغه ما به دا کولی

++++

جانان رانه ورکيږي

خوښي مې نه خوښيږي چى خپل ځان رانه ورکيږي

خپل ځان رانه ورکيږي او جانان رانه ورکيږي

دازه چې د خپل زړه په هر پرهر ﻣﺎﻟﮕﻲ دوړومه

چې درد نه وي دردونه دانسان رانه ورکيږي 

احساس مې چى ويده شي نو خيالونه رانه لاړشي

حيران شمه خپل شان ته په څه شان رانه ورکيږي

هوس چى لېونى شي ځي بې روه بې ګودره

بس ټول ارمان ارمان شي يو ارمان رانه ورکيږي

حسرت کړمه په دې چې نه د ځان نه د جهان شوم

دردونه چې احساس کړمه درمان رانه ورکيږي

خالقه د مخلوق ته خو قادر په هر قدرت يي

ته فضل په مونږ وکړه چې افغان رانه ورکيږي 

سرتور وايي که ژبه مې دشعر ګوڼګوڼۍ شوه

بې روحه به يم پاتې او کاروان رانه ورکيږي

++++

 

 د مینې راز

راشه د مینې ولولې ووینه

د رڼو اوښکو سلسلې ووینه

وایي چې زه درنه سوغات غواړمه

د یار د سترګو حوالې ووینه

ما ویل مینه محبت ته وایي

اوس اندېښنې شوې کشالې ووینه

رقیب زما په غم ښادي جوړه کړه

زما بې وسه حوصیلې ووینه

وایی سرتور چې اشنا ستا له غمه

زما شعرونه رسالې ووینه

 

++++

 

د سیاسي ژوند یادښتونه

....

سیاسي ژوند مې په ۱۳۴۱ هجري لمریز کال کې پیل شوی. څرنګه چې د سردار محمد داود خان د صدارت دوره وه، او سیاسي احزابو ته د فعالیت کولو اجازه نه وه، نو موږ د ارواښاد خان محمد خان چې هغه وخت د ننګرهار نایب الحکومه و، په رهبرۍ د ولسي سمون په نوم یو اجتماعي سازمان جوړ کړ. زه د دې سازمان له مؤسسینو څخه وم. د ولسي سمون سازمان ښه پر مخ روان و او د غړو شمېر یې زرګونو تنو ته رسېده. اوس د ولسي سمون د کدري غړو له جملې څخه یوازې ښاغلي حبیب الرحمن بل او پروانه سوزمن ژوندي او نور په حق رسېدلي دي. دغه شان په نورو غړو کې ښاغلی رحمت الله ماڼو ژوندی او ارواښاد عبدالحکیم اطاعت په حق رسېدلی دی.

د ۱۳۴۲ کال په حمل کې سردار محمد داود خان له صدارت څخه استعفا وکړه او پر ځای یې ډاکټر محمد یوسف د یوې انتقالي دورې لپاره صدراعظم شو. د صدراعظم کېدو سره سم یې د دموکراسۍ غږ پورته کړ او حزبي فعالیتونو ته یې اجازه ورکړه. څرنګه چې په ننګرهار کې د ولسي سمون سازمان د افغانستان په روڼ اندو کې شهرت موندلی و. لومړنی سیاسي فکر لرونکی ښاغلی سلیمان لایق و، چې له خپلې کړنلارې سره یې د ولسي سمون سازمان ته په ننګرهار کې مراجعه وکړه. لایق صاحب سره ارواښاد منشي سهار ګل سهار مومند او ارواښاد محمد شریف شریف د سازمان په استازیتوب خبرې وکړې. کړنلاره یې ور څخه واخیسته، هغه مو په ګډه وکتله. په کړنلاره کې مو ورته ځينې تغیرات پیشنهاد کړل، خو هغوي دغه تغیرات و نه منل. په دې ډول زموږ تر منځ توافق و نه شو.

د ۱۳۴۲ لمریز کال په ورستیو کې ارواښاد قیام الدین خادم صاحب او ارواښاد فدایي صاحب (د افغان ټولنپال ولسواک ګوند ـ افغان ملت) په استازیتوب راغلل. ما سرتور، ارواښاد منشي سهارګل سهار مومند او ارواښاد محمد شریف شریف ورسره د خپل سازمان په استازیتوب غونډه وکړه. وروسته مو هغه کړنلاره چې دوی ترتیب کړې وه، وکتله. زموږ د تاييد وړ وګرځیده. بیا مو د ګوند د جوړښت لپاره له دوی سره په مختلفو وختونو او ځایونو کې څو مقدماتي غونډې وکړې او د یو متشکل سازمان په حیث مو ورسره کار پیل کړ. دا چې زموږ یو متشکل ځواک و، له دې امله په موسسه کنګره کې موږ ته د دوه تنو د شمول حق او امتیاز را کړی شو، چې د ۱۳۴۴ لمریز کال د حوت په ۱۷ نېټه په موسسه کنګره کې د ګډون لپاره ارواښاد محمد صفدر سالارزی او زه (سرتور) رسما وغوښتل شو. ارواښاد سالارزي په موسسه کنګره کې برخه واخیسته، خو زه د یوې شخصي ستونزې له امله په دې کنګره کې له ګډون څخه پاتې شوم. دا چې ننګرهار د افغان ملت ګوند مرکز ګڼل کیږي، یو عامل یې همدا د ولسي سمون متشکل سازمان دی. که څه هم یو ډېر کم شمېر کسان له موږ څخه مساوات (ګوند) ته هم لاړل.

د ۱۳۴۵ لمریزکال په سرکې چې مو چې دا وخت مونږ په کونړ کې رسمي وظیفه درلوده، هلې ځلې پيل کړې. د روڼاندو، د ښوونې او روزنې د شاګردانو او د سیمې له مشرانو سره مو مقدماتي تماسونه ونیول او د افغان ملت مرامي پیغام مو خلکو ته ورساوه. په قامي مشرانو او روڼ اندو کې مو یو ښه شمېر مشران، روڼ اندي او د عمراخان لېسې شاګردان جذب کړل، چې د ټولو د نومونو لیکل نه شي کېدای. یوازې په قامي مشرانو او روڼ اندو کې په باجوړ کې د محمد شعیب جان صاحب او د کونړ د پشد سید حسېن پاچا چې په رييس پاچا مشهور و، نومونه واخلم، روح دې یې ښاد وي. په شاګردانو کې محمد یوسف غیرت او ګل رحمان نومونه یادوم. یوسف غیرت د ډېر ښه استعداد لرونکی ځوان دی چې په کونړ ولایت کې یې د ځوان کهول تر منځ ډېر فعالیتونه وکړل. د شهید محمد داودخان د جمهوري نظام په دوره کې یې د ګوند د په ټپه درېدلي حالت په خاطر د ګوند په رهبرۍ انتقادونه کول او بیا په خلقي نظام کې د بندې کېدو او بیا بېرته له راخوشې کېدو څخه وروسته یې له ګوند څخه فاصله ونیوله خو زه ورسره اوس هم په تماس کې یم. 

په هر حال، د موسسې کنګرې له دایرېدو څخه وروسته مو رسما کار پیل کړ. د کونړ د سیند په غاړه د سپينو شګو په پاسته فرش مو غونډه وکړه او د ولایتي جرګې تشکیل په انتخاباتي ډول جوړ شو. په دې تشکیل کې ارواښاد محمد شریف شریف د منشي او زه (سرتور) د منشي د مرستیال، پروانه سوزمن او ښاغلی حبیب الرحمن بل او څو تنه نور د جرګې غړي وټاکل شول او په جرګه کې د هر یوغړي دندې مشخصې شوې. د دې(تاریخي) غونډې په پای کې دغونډې پر ځای یو یادګاري څلی له وچو شګو څه هم جوړ شو. وروسته له دې مو د کونړ ولایت مربوطو کلیو ته په هرو پنځلسو ورځو او یامیاشت کې ګروپي سفرونه پیل کول او په دې ډول مو ګوندي ارزښتونه او هدفونه خلکو ته رسول. لنډه دا چې د وخت په تېرېدو د افغان ملت ګوند په ګونړ کې یوازینی پياوړی او ځواکمن ګوند شو.

د ۱۳۵۱ لمریز کال کې په سر کې کابل او بیا د همدې کال په نیمایي کې زابل ته د قبایلو دمدیر په حیث بدل شوم. زابل یوه وروسته پاتې سیمه وه. خو ما بیا هم په روڼ اندو پسې پل واخیست. د کلات له عسکري غونډ څخه مې ډګرمن عصمت الله خان، جمعه ګل خان د طوطو اوسیدونکی چې هغه تورن و او ارواښاد لومړی بریدمن خلیل الرحمان (د خوشال پلار چې اوس د افغان ملت د اخبار مسوول دی) او یو څو تنه نور چې نومونه یې زما له یاده وتلي، جذب کړل. دغه شان د شیخ متي لېسې مدیر او د هغه ورور د څاروندوی امر محمد ابراهیم (چمتو) چې بیا وروسته دواړه ورونه د خلقیانو لخوا شهیدان شول، جذب کړی شول. همدارنګه مو د امان الله هوتک سره چې د افغانستان فرهنګي کړۍ یې پيژندې، رابطه جوړه شوه او د زابل ولایت ټولو ولسوالیو کې ته روابط وغځېدل، جلب او جذب مو وکړ او نفوذ مو خپور شو. بیا مې ارواښاد استاد سید یوسف مېړني ته زابل ته د راتلو بلنه ورکړه. هغه راغی او زما په کور کې یې له پورته ذکر شویو کسانو سره غونډه وکړه. ارواښاد مېړني هم زما او ماما صفدر سالارزی لخوا جذب شوی دی. په ۱۳۴۵ لمریز کال کې چې زه له کونړ څخه د رسمي چارو لپاره کابل ته تللی وم، په باغ علیمردان کې مو د ده سره د ده په کوټه کې ملاقات وشو. تر سهاره مو سره خبرې وکړې. بیا زه کونړ ته لاړم، یوه هفته وروسته محمد صفدر سالارزي د ده د جذب کېدو اطلاع راکړه، چې دی ګوند ته جذب شوی دی. زه ډېر خوښ شوم او دهغه ځای ټولو ملګرو ته مې زېری ورکړ چې زموږ ګوند د یو ښه استعداد لرونکي ځوان څښتن شو. هغه وخت د ده تخلص مېړنی نه و. بیا وروسته چې یې تبارز وکړ، دا تخلص ورته د ملګرو له خوا انتخاب شواو یوسف غیرت ته هم چې د مېړني په شان د ښه کردار ادا کولو تمه ورڅخه کېدای شوه، د غیرت تخلص د ملګرو خوا ورکړل شو.

خبره د زابل د فعالیت وه، په عسکري غونډ کې مو شمېر اویا تنو ته ورسېد. دا وخت ارواښاد خلیل الرحمان او جمعه ګل خان کندهار ته بدل شوي وو او د ثور له کودتا وروسته دا کچه له سلو هم لوړه شوه. په معارف کې هم ډېر پرمختګ وشو. د زابل ولایت والي بیت الله غرنی چې د داود خان د کودتا شریکوال و ګوند ته راجذب شو. په ولسي سطحه دومره پرمختګ شوی و. کله چې د ثور ترکودتا وروسته د اوبو او برېښنا وزیر د هېواد غربي ولایتونوته د سفر په لړ کې زابل ته راغی، د ټولو ولسوالیوقامي مشران رابلل شوي وو، هغه ورته وېنا وکړه. د غونډې په پای کې دغه قامي مشران ډلې ډلې زما دفتر ته د منفي ردالعمل څرګندولو په اړه د مشورو لپاره راتلل او ما ورته د هغه وخت د شرایطو په رڼا کې مشوره ورکوله، چې د خپل ملي ګوند افغان ملت په خوا او شا کې راټول شئ.

په زابل کې د بلوڅانو یو کمپ و، چې پنځه سوه کورنیو د سیاسي مهاجرینو په توګه په دې کمپ کې ژوند کولو چې کنټرول، اداره او د ژوند ټول ضروریات او معاملات یې د قبایلو د مدیریت له خوا ترسره کېدل. دې کمپ ته یو ښوونځی هم منظور شوی و. ما قبایلو وزارت ته وړاندیز وکړ چې ددغه ښوونځي ښوونکي باید د زابل د قبایلو د مدیریت په خوښه وټاکل شي. د قبایلو وزارت دغه موضوع د پوهنې وزیر ته ورسوله. د پوهنې وزارت د زابل د پوهنې مدیریت ته هدایت وکړ چې د دې ښوونځي د ښوونکو ټاکنې دې د قبایلو د مدیر په خوښه کیږي. ما په هغه ښوونځي کې د ښوونکو د ټاکنې لپاره د زابل د پوهنې مدیریت سره تماس ونیوه. هغه دې ښوونځي ته زما د خوښې ښوونکي چې ټول یې د افغان ملت ګوند غړي وو، وټاکل. دې ښوونکو ته وظیفه ورکړل شوه چې د تدریسي پروګرام په پای کې هره ورځ د هغه ښوونځي له شاګردانو سره سیاسي کار وکړي او ګوندي کورسونه ورته تدریس شي. دا کار د کمپ د مشر ښاغلي میرهزار بلوڅ په موافقه ترسره کېده. کله چې زه له خپلې وظیفې څخه وشړل شوم، ما د زابل ټول ارتباطات د قبایلو یو مامور ښاغلي شهاب الدین حیاتي ته وسپارل او زه ننګرهار ته راغلم. څه وخت وروسته کابل ته لاړم. د بلوڅانو د کمپ مشر ښاغلی میر هزار سره مې چې په کابل کې اوسیده، وکتل. د هغه په غوښتنه مې هغه پولاد صیب ته ور وپېژاند. هغه له یو زر افغانیو څخه زیاتې پیسې د کومک په ‌ډول پولاد صیب ته ورکړې او دا یې هم ورته وویل چې زر کسه په وسله سمبال کسان چې قومانده به یې ستاسو په لاس کې وي، تاسو ته درکولی شم. 

بیا زه ننګرهار ته ستون شوم، په ننګرهار کې مې د ګوندې چارو د منشي په حیث ګوندې چارې تنظیم کړې، ځکه چې د ننګرهار په فرقه کې نظامي او بیا د افغان ملت په ګوند باندې د دولت د فشار له امله ارتباطات شلېدلي او شړېدلي وو، په نظامي ساحه کې مې د ښاغلي رحمت الله ماڼو په مرسته د ننګرهار په فرقه کې نوي کسان جذب کړل، نظامي تشکیلات مو له سره تنظیم کړل، ډېر پرمختګ مو وکړ، حتی یو داسې پلان مو جوړ کړ چې له ۸۱ غونډ څخه په زرګونو مختلف النوع وسله تر لاسه کړو، خو په هغه غونډ کې د یو لوړ رتبه نظامي ملګري د ډېر احتیاط له امله زمونږ دغه پلان شنډ شو. همدارنګه مو له خپلو بندیانو وروڼو سره چې پخوا ورسره هیڅ ډول تماس موجود نه و، تماس او ارتباط وکړ. هره ورځ په منظم ډول زمونږ بندیان وروڼه د بېرون له حاله او مونږ د زنداني وروڼو له حاله خبرېدو. دغه شان مو جبهو ته سفرونه کول او هغوی مو څه ناڅه اکمالول. له ۱۳۵۹ لمریز کال څخه ښاغلي ډاکټر رحمانزی د ولایتي جرګې منشي او زه د ختیز زون دګوند د عمومي چارو یعنې نظامې، جهادي جبهو او نورو چارو مسوول شوم.

په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د جلا وطنه ګوندي مرکز په دستور د یوبل نظامي پاڅون کولو لپاره مو هلې ځلې کولې. زمونږ د پاڅون پلان په ننګرهار کې تکمیل ته نژدې شوی و. زه پيښور ته وغوښتل شوم. هغوی ته مې په دې اړه خپل راپور ورکړ. له پیښور څخه زما د راستنېدو نه څو ورځې وروسته په کابل کې د ګوند مرکزي هسته ونیول شوه او په ترتیب سره د نیول کیدو لړۍ تر مونږ راورسېده. زه هم ونیول شوم او په پنځلس کاله بند محکوم شوم. خو له څه کم شپږ کاله بند تېرولو څخه وروسته آزاد شوم او بیا څه موده وروسته پښتونخوا ته کډوال شوم او هلته په دریمه او څلورمه کنګره کې د عالي شورا غړیتوب ته کاندید او منتخب شوم، چې د عالي شورا په لومړنۍ دوره کې د عالي شورا په انتخاباتو کې د دارالانشا‌ء د منشي په حیث او په دویمه دوره کې د اجرائیه شورا دغړي او د دارالانشاء د منشي په توګه انتخاب شوم، چې خپلې اړونده چارې مې د ګوند د تګلارې په رڼا کې ترسره کړي. البته په دې لاره کې د یو لړ ستونزو سره مخامخ شوی یم خو د کړنلارې د حاکمیت لپاره مې خپله مبارزه جاري ساتلې ده.

د یادولو وړ ده چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ښاغلي رحمت ربي ځیرکیار له خوا کابل ته وغوښتل شوم. زه کابل ته لاړم او هغه مې ولید. هغه ما ته وویل چې د ارواښاد مشر مجروح او د هغه د کورنۍ په شمول ما سره ډېر کسان دي. ماته د خپل ګوند کړنلاره راوړه. ځيرکیار صاحب دا وخت په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد و. ما ورسره پولاد صاحب په جریان کې واچوه او زه بیرته ننګرهار ته راغلم. څه موده وروسته خبر شوم چې د مجروح صاحب کورنۍ او شمېر نورو کسانو مونږ سره ګوندي کار پيل کړی او ځیرکیار صاحب له هېواده وتلی دی….

++++

 

فی البديهه مشاعره

 

لکه څنګه چې د دې ټولګې (ګلپاڼې) په سریزه کې لیکل شوي، زما د شعرونو يوه ټولګه چې تر خاورو لاندې پټه شوې وه، ضایع شوې ده. دا لاندې شعرونه چې يو شمېر یې له ځینو یاداشتونو څخه په لاس راغلي او ځینې یې په ګډوډ ډول زما په حافظه کې پاتې دي ولیکل شول.

غالبا ۱۳۳۹ کال و، زما مشر ورور ارواښاد عبدالاحد ښالېز ښاغليو بختاني صاحب (چې هغه وخت د ننګرهار د مطبوعاتو مدیر و)، ارواښاد داود شاه خان لېوال صاحب، ارواښاد بینا صاحب، ارواښاد حفیظ احمد صاحب (د جلال آباد د وخت ښاروال)، ارواښاد عبداللطیف ( د ننګرهار مستوفیت د محاسبې مدیر) او ښاغلي قتیل صاحب ته بلنه ورکړې وه، چې د جمعې رخصتي زمونږ په کلي کې تېره کړي. د پنجشنبې ماښام ورته سترګې په لار وو. هغه وخت د ښېوې په لین يوازې يو زوړ سرویس موټر و. د بهسودو پل هم نه و جوړ شوی او په سیند يوه بېړۍ تړل شوې وه.

دغه موټر به سهار له ښېوې څخه سورلۍ واخیسته، تر بېړۍ به یې ورسوله، سورلۍ به له موټر څخه راښکته شوه، په بېړۍ کې به له سیند څخه پورې وته. هغوی به که په ښارکې به یې د نیم ساعت لپاره هم کار درلوده، نو مجبور وو چې تر مازیګره پورې هلته پاتې شي او مازیګر ځانونه تر موټره راورسوي او د خپلو کورونو خوا ته روان شي. هغه وخت د موټرو تګ راتګ د وچ تنګي په لاره و. زموږ پورته یاد شوي مېلمانه هم په همدې موټر کې زمونږ کلي شګې ته را روان شوي وو. له بده مرغه د وچ تنګې په منځ لاره کې یې موټر خراب شوی و او هغوی له څه انتظار څخه وروسته زمونږ د کلي په لور پلي روان شوي وو. له لږ مزل څخه وروسته دوی په لاره کې شړق باران را ایسار کړي وو. لنډه دا چې هغوی له ډېر مزل څخه وروسته لامده خیشه زموږ په حجره راننوتل. موږ ورته ژر ژر وچې جامې راوړې خو کومه ستونزه چې موږ ورسره مخامخ شو هغه د ارواښاد بیناصاحب لوړه او دنګه ونه وه، چې د ده په کچ زموږ په کور کې جامې نه وې.

کله چې يې جامې واغوستې نو لنډې او تنګې وې، يوه عجیبه منظره وه. ښه شېبه مو ورپورې وخندل. په خندا خندا کې ارواښاد بینا صاحب وویل:

دوست چې په دوستۍ کې سرګردان شي سرګردان ښه دی

دغه امتحان ښه دی دغسې باران ښه دی

بختاني صاحب وویل:

مینه چې په غیږ کې مشکلات لري طوفان لري

دا د خدای رحمت دی د رحمت سره باران ښه دی

ټکی د زحمت یې د رحمت ځینې عنوان لري

څومره ښه مضمون دی او دا څومره بې عنوان ښه دی

قتیل صاحب وویل:

مینه هلته مینه شي چې ګډه شي زحمت سره

وړ د اعتبار شي چې شي مله له مصیبت سره

نیسي تعمیري شکل د زړونو نزدیکت سره

جوړ یې چې بنسټ کې انقلاب هم د اسمان ښه دی

ښالېز صاحب وویل:

مینه هلته مینه شي چې وصل شي سیزل وکړي

نه دا چې په هجر کې د مینې کړول وکړي

نه چې فرېبونو بهانو کې غولول وکړي

رنګ په تومتونو هر میین د خپل جانان ښه دی

لېوال صاحب وویل:

مینه زړه کې وروزه خدمت د قام منظور کړه ته

مه تښته له دې نه دغه کار ته ځان مجبور کړه ته

قام لپاره کار کوه خدمت د قام ضرور کړه ته

درومې چې په دې لار هغه تګ هغه کاروان ښه دی

ما (سرتور) وویل:

زړه چې چېرته وغواړي بیا باد بیابان ته نه ګوري

مینه کړاوونو رسوایي هجران ته نه ګوري

ځي پسې روان شي سمه غر بیایان ته نه ګوري

څوک چې د اشنا کلي ته ځي ستړی ستومان ښه دی.

دا ټول فی البدیهه شعرونه وو. مقطع د ارواښاد بینا وه خو نه پوهیږم چې څنګه زما له یاده وتلې. البته وروستۍ مسره یې زما په یاد ده چې:

"طرحه د بینا او د ملګرو خوږ بیان ښه دی."

 

( اوسني لیکوال، ۳ټ، ۱۴۴۳-۱۴۴۶مخونه/ د عبدالجلیل سرتور فیسبوک پاڼه/ د لیکوال یادښتونه)

----------------