د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۲۴)
ویشنه:پښتو ادبیات
لیکوال:دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو معاصره دوره
۲۴مه برخه
فکري بدلون پړاو
هنري نثر
پښتو هنري نثر په تېرو دريو لسیزو کې د پښتو اوسني ادب تاریخ مهم څپرکی دی. په دې کلونو کې پښتنو لیکوالو په پوره مینه د نثر په برخه کې سفر کړی دی. د نثر ټول وروستي ژانرونه په فکري بدلون پړاو کې په مخه راځي.
زموږ د ژبې او ادب یو شمېر نیمزالو لیکوالو د هنري نثر لیکنې په برخه کې پیل کړی مزل لا پسې چټک کړی او ورسره ګڼ نور ځوان لیکوال هم یوځای شوي، چې ځينې یې د نثر د یادونې په برخه کې په پراخه او ځينې په لږه بڼه د یادون ځای لري.
په معاصره ادبي دوره(تر۱۹۱۰م وروسته) څلورم فکري بدلون پړاو کې پيل شوی هنري نثر نور هم پسې پوخ شو او ځينې نورې فني ځانګړې هم پرې ورګډې شوې.
فکري بدلون پړاو د پښتو هنري نثر له مخکې راپیل شوي چوکاټونه لنډې کیسې، ناول، ډرامې، طنز، ادبي لیکونه، خاطرې، یونلیکونه، راپورتاژ، ادبي ټوټه، ادبي انځور او نور پسې غښتلي کړل، بلکې ځینې نوي چوکاټونه هم په کې وپالل شول. لکه کیسه ګۍ. د فیسبوک په راتګ سره د کیسه ګۍ ژانر که څه هم په لويدیز ادب کې لا له مخکې څخه و، په پښتو ادب کې هم لار پرانېسته او عام شو.( که څه هم د ټولیزو رسنیو له دودېدا مخکې هم په پښتو ژبه کې لږ څه لیکل شوی و) د هنري نثر نور ژانرونه د ځوانو لیکوالو له خوا لا ښه درک شول او له هره پلوه په کې غوره بدلونونه وکتل شول.
د منځپانګې له پلوه پښتو هنري نثر په غوره موضوعاتو ولیکل شو، پیغام په کې نور هم مشخص شو او ډېر لږ نثرونه به وي، چې فني ځانګړنې به په کې نه وي مراعت شوي.
پښتنو ځوانو لیکوالو تېرې دوه نیمې لسیزې په هنري نثر کې ښایسته ښه پرمختګ کړی. په تېره د لنډو کیسو او ناول په برخه کې. د پاتو نورو هنري ژانرونو یون هم څه ځنډنی او ټکنی نه دی.
څومره چې ژوند ماشیني کیږي او پښتنه ټولنه مدني اسانتیاوو ته لاسرسی ډېروي، هماغومره د پښتو ادب، بلکې ټول نړۍ وال ادب، لا ښه مشخص کیږي او لا ډېر لارې او لوري روښانوي.
د تېر۲۵کلن هنري نثري ادب ځانګړنې
که څه هم چې د پښتو هنري نثري ادب لا له وړاندې نه ژوندنی لوری خپل کړی و او د ژوند اړونده مسلې لکه ازادي غوښتنه، د بېوزلۍ او ټيټ ژوند غندنه، بې انصافي، د بد اخلاقۍ کږل او نورې محیطي مسلې په کې انځور شوې وې. خو له ۱۹۹۲ نه تر ۲۰۲۴ ع پورې هنري ادب لاندې ځانګړنې خپلې کړي دي:
۱.د تېر په نسبت په لنډه کیسه او ناول کې د عصریت بدلون رامنځته شو. د لنډې کیسې او ناول اصلي چوکاټ او پلاټ ښه درک کړای شو. لیکوالو له لیکنو سره سره زده کړې هم لرلې، نو یې په کیسه کې فني نیمګړتیاوې کمې شوې.
۲.د موضوع له پلوه په کیسو کې د ژوند مهمې برخې یادې شوې. نوي موضوعات په کیسه ییز بهیر ورننوتل. د ژوند او مدني محیط هغه څه، چې زیاتره په اوسنیو خلکو ژور اغېز لري، د کیسو برخه شول.
۳.د ناول په برخه کې هم ورته پرمختګ شوی، د مخکې په نسبت نوي او غوره موضوعګانې وټاکل شوې.
۴.رومانونه که ونه لیکل شول، نو وژباړل شول.
۵.د ډرامې لیکنې په لړ کې نوي ځوان لیکوال راووتل. په ډرامه کې د پښتنو د ټولنیز ژوند اړونده داسې کردارونه راغلل، چې ژوند یې د اصلي پېښو یوه ډېره ښه کاپي ښوده.
۶.سفرنامې چې مخکې لږې لیکل شوي، اوس ډېرې ولیکل شوې.
۷.د تکل او کیسه ګۍ په نامه نوي ژانرونه پراخه شول او ښه وپېژندل شول.
۸.د کمیت او کیفیت دواړو له پلوه د پښتو نثر هنري ژانرونو ښه وده وکړه.
۹.په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې تر راغلي بدلون وروسته د زلمو لیکوالو د شمېر په ډېرېدو رومانوي او تفریحي مسلې هم د نثري ادب برخه شوې، نهیلي او ناامیدي، چې مخکې ډېره وه، کمه شوه. که څه هم پای ته رسېدونکې نه ښکاري.
۱۰.د لیکوالۍ مسلکي پوهه، د نقد غونډې او ناستې او د لیکوالو د تفکر ښه والي په ادب مثبت اغېز وکړ.
۱۱.د مخکیني دور په کیسو کې یادشوي ارزښتونه، لکه ازادي غوښتنه او له ماډرنیزم سره پېژندګلوي پراخه شوه. په ډېرو کیسو کې دغه ارزښتونه په لا ښه او څرګنده بڼه تشرېح شول.
۱۲.لیکوالو سیمه ییز اصطلاحات، مفاهیم او محاورې د مخکې په نسبت لا ډېر په کیسه ییز ادب، تکل لیکنه، خاکو لیکنه، سفرنامو او راپورتاژونو کې راوښودل او ادب له زېږه نه، راڼه حالت ته ورننووت.
او دا ډول نورې ځانګړنې، چې د هر عنوان په څانګیزو برخو کې به یې په اړه لنډې یادونې وشي.
که څه هم د پښتونخوا په هنري ادب کې لږ څه د پرديو ژبو کلیمات زیات ولیدل شول، خو په ادبي ژبه کې یې ډېر محسوس بدلونه نه دی راوستی.
په افغانستان او پښتونخوا کې ځينې وخت د هنري ژانرونو په ټاکل شویو موضوعاتو کې رنګارنګي لیدل کيږي، چې په سیاسي او ټولنیز چاپیریال پورې اړه لري. د افغانستان په لیکلي هنري نثر کې خپلواکي، له جګړو کرکه، عدالت او کارو زیار ته هڅونه ډېره ده، خو د پښتونخوا په هنري نثر کې بیا د پېښو پروخت انصافانه چلن، رومانویت، محبت او د پښتنو د کورني ژوند مسلې زیاتې راغلي دي، چې دا هریو د پښتنو د ټولنیز ژوند د ناخوالو او ښکلا یو ډول انځور دی.
لنډه کیسه
لنډه کیسه، چې تر ډيورنډ کرښې ښکته پښتانه یې افسانه بولي، د پښتو ژبې په ادب کې ډېر لیکل کېدونکی نثري هنري ژانر دی، چې د شلمې پېړۍ په پیل کې پښتو ته د اوردو ادب له لارې راغلی. لنډه کیسه د اوږدو کیسو لنډه بڼه ده چې په شلمه پېړۍ کې ناوېشلي هند ته د انګریزي ادب له لارې راغله او بیا د شلمې پېړۍ په لومړۍ او دویمه لسیزه کې پښتنو لیکوالو هم په کې خپل ذهن و قلم وازمېیه.
په پښتو کې د لنډې کیسې د پیل کیسې ډېرې ښوول شوي، چې هر یو نظرخاوند یې له خپله انده بلي، مثلا دا نظرونه د لنډې کیسې په باب مشهور دي:
د پښتو لومړنۍ لنډه کیسه په ۱۸۹۸کې مېرزا محمد اسماعیل کندهاري لیکلې ده.
-لړم پېرنګي د پښتو لومړۍ کیسه په انګلیسي لیکدود ولیکله او په ۱۹۰۲ کې خپره شوې ده.
-شلېدلې پڼه د راحت زاخېلي لنډه کیسه د پښتو په معاصر ادب کې لومړنۍ کیسه ده.
-کونډه جینۍ کیسه راحت زاخېلي لیکلې او په ۱۹۱۷ع کال په افغان اخبار کې خپره شوې ده.
- لنډه کیسه اخوند احمد د« ورک زوی څنګه پیدا شو؟» په نامه په دولسمه هـ پېړۍ کې لیکلې ده.
دغو ټولو نظریو ته ممکن دلایل وي، خو د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې لنډه کیسه لومړی ځل پښتنو لیکوالو پېژندلې او بیا لومړی په پښتونخوا او بیا د اوسني افغانستان په سیمو کې ورسره د پښتنو لیکوالو او شاعرانو پېژندګلوي پیدا شوې ده.
تر راحت زاخېلي وروسته سیده بشرا بېګم کیسې ولیکلې. بیا نادرخان بزمي، میرمهدي شاه باچا، قلندر مومند، همېش خلیل، زیتون بانو، میا سید رسول رسا، مولانا عبدالقادر، فاروق شینواری، امیر حمزه خان شینواری، ماسټر عبدالکریم، سمندرخان سمندر، محمد نواز خټک، نورمحمد تره کی، پوهاند عبدالحی حبیبي، غوث خیبری، استاد ګل پاچا الفت، سراج الدین خان سعید، قیام الدین خادم، عبدالقدوس پرهېز، عبدالرحیم هاتف او ګڼو نورو لیکوالو لنډې کیسې خپرې کړې. خو له ۱۹۹۱ع کال راهیسې د لنډو کیسو لیکنه نوره هم چټکه شوه، ګڼ ځوان لیکوال وهڅېدل، چې کیسې ولیکي او مجموعې یې چاپ او خپرې کړي.
کوم لیکوال، چې د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي په وروستۍ برخه کې یې هم کیسې لیکلي او د ۲۱مې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې هم ژوندي وو اوځينې یې آن تر ۲۰۱۷پورې ژوندي دي او کیسې لیکي، د هغو نومونه دادي:
طاهر اپریدی، لایق شاه درپه خېل، لطیف وهمي، قتیل خوګیاڼی، پیرمحمد شارق، عبدالله بختانی، قمرزمان قمر، عبدالمنان ملګری، اکمل اسد ابادي، عبدالله جان مغموم، جمال رازي، تاج رحیم، امین افغان پور، غازي سیال، خالقداد امېد، سعدالله جان برق، محمد صدیق پسرلی، بلقیس مکېز، سعدالدین شپون، درمحمد کاسي، محمد اقبال اقبال، عبدالکافي ادیب، محمد نظر پانیزی، محمد ابراهیم شبنم، محمد اشرف غمګین، سیف الاسلام سیف، فاروق سرور، زرین انځور، نورمحمد سهیم، اسیرمنګل، احسان الله ارینزی، عبدالخالق رشید، بشیردودیال، ډاکټر صاحب شاه صابر، عبدالباري شهرت ننګیال، نسیم ستانیزی، عصمت قانع، اسدالله غضنفر، امان الله ساهو، امان الله نصرت، توریالی ځاځی، ډاکټر محمد اکبر اکبر، ولي محمد ولي، زوبیر شفیقي، قیوم مروت، ذبیح الله شرر، اورنګزېب ارشاد، عرفان خټک، عوض الدین صدیقي، باچا شېرین وصال، ډاکټر سید چراغ حسېن شاه، نور الامین یوسفزی، عنایت الله ضیا، قیوم مروت، اکبر کرګر، پيرمحمد کاروان، رحمت شاه سایل، بریالی باجوړی، م.ر شفق، محمد اعظم اعظم، نورالبشر نوید،سحر یوسفزی، سردارخان فنا، اسماعیل ګوهر، اختر حیات قمر، محمددین ژواک، خواجه محمد سایل، سلطان محمد صابر، محب الله شوق، محمد نواز طایر، تاج الدین تاجور، فهمیده کمال، ګل محمد بېتاب، محمود ایاز، ابوالاخیر ځلاند، صفیه حلیم، نجیب منلی،شریفه شریف، روشن لال ملهوترا، نیمروز قیس، ډاکټر محمد زوبیر حسرت او نور.
تر ۱۹۹۱ع کال وروسته راټوکېدلي کیسه لیکوال:
حفیظ الله تراب، ایمل پسرلی، عظمت هما مجاز، حبیب وقار، صدیق الله بدر، علي سید سعیدي، ډاکټر محب الله زغم، ډاکټر محمد حنیف حیران، اکبر بری، اقبال حیران، امیر عثمان، ممتاز قاضي، لایق زاده لایق، بازمحمد عابد، اجمل یوسفزی، محمود کوچی، امیرحیدر شبګیر، ومان نیازی، احمد تکل، ناصرفګار، خلیل احمد مخلص، ډاکټر بازمحمد ښادمن، عصمت بي بي، سیدمسلم شاه باچا، محمد ایاز غزل، خورشېداقبال خټک، ډاکټر نصیب الله سیمآب، علي خېل دریاب، عبدالسمیع وحدت، عبدالوکیل سوله مل شینواری، سلمی شاهین، سیدحسینه ګل، ډاکټریاسین اقبال یوسفزی، نذیراحمدسهار، نصیراحمد احمدي، وزیرباچاجانان، رحمت الله رحمت، ثریاحوا، بدرالحکیم حکیمزی، علم ګل سحر، محمد نعمان دوست، محمدظاهرشاه ظاهر، سردار جمال، عزیزالرحمان بل، نیازالله ځاځی، فریدون خوځون، عبدالهادي حیران، اشفاق اتمانزی، صابر شینواری، مهراندېش، سیدیاسرعلي شاه یاسر، ډاکټر صادق ژړک، محمدعیان عیان، سلیمان کامل، نجیب عامر، عبدالهادي حیران، نورالرحمان سحر، موسی ګل ګل ، نګهت یاسمین دردمنه، بریالی، فضل الله رشتین، میا اسرارګل پاپین خېل، جان محمد زلمی ، ساغر اپريدی، اظهار الله اظهار، همایون همدرد، دروېش دورانی، علي کمېل قزلباش، زلمی حلیمي، ګلزار،فضل الرحیم خروټی، نظیره رسولي، نسیمه باري، خالص ادیب، ضمیر څار، بریالی جلالزی، اسدالله نیازی، هیله غضنفر، ثنا ساپۍ، ذبیح الله قرار، وږمه سبا عامر، نازو پسرلی، توبا ندا ساپۍ، ګلستان شینواری، شفیقه خپلواک، بارکوال میاخېل، فرشته جلالزۍ، سید جیلاني جلان، محمودسعید، مریم شېبه، کفایت الله نبي خېل، نويده خوشبو،سعید زابلی، عبدالنافع همت، ښکلا ساحل، محمد صدیقي، لطیف شاه شاهد، سید روشن شاه قلمیار، سمېع جان علي خېل، زرغونه کرګر، مرسل احمدزۍ، برېښنا احمدزۍ، رحمت الله دلسوز، سید بدیع الزمان هاشمي، جانان مومن، محمد قاسم عارف، خپلواک څار، پاکیزه ارزو، سلیمان پښتون او نور
د لنډو کیسو ژباړونکي:
ډاکټر لطیف بهاند، احمد ضیا رحیمزی، احمدشاه پاڅون، انعام الله ګوهر، نجیب عامر، محمد رفېع صیاد، ډاکټر صادق ژړک، توریالی همت، هجرت الله اختیار، ارشاد رغاند، سعدالله فطرت، مبارک شاه داودزی، نصرت ارمان، سایر ځلاند، محب زغم، احسان الله ارینزی، سید محی الدین هاشمي، حبیب وقار او نور.
له ۱۹۹۱تر ۲۰۲۴ پورې دلنډو کیسو خپرې شوې ټولګې:
وروستۍ سلګۍ اورنګزېب ارشاد ۱۹۹۱ع
ویراوتصویر / محمد دین ژواک ۱۹۹۱
سیل/ احسان ارینزی ۱۹۹۱
تنده غرې / عبدالکافي ادیب ۱۹۹۲
دغره لمن / میراجان ۱۹۹۲
درشل / دورمحمد کاسي ۱۹۹۲
ورکه/ حفیظ الله تراب ۱۹۹۲
نالیدلې بلا/ ډاکټر سیدچراغ حسېن شاه ۱۹۹۲
زموږ د کلي پاڼې / زرین انځور ۱۹۹۲
کنګل ژمی کنګل لاسونه / عبدالخالق رشید ۱۹۹۲
څلورمه لار/ ایمل پسرلی ۱۳۹۳
تنده/ فاروق سرور ۱۹۹۴
له نرګسه تر نرګسه / پیرمحمد کاروان ۱۹۹۴
د سروغاښ / مفلس دورانی ۱۹۹۴
زولنې/ عبدالله جان ۱۹۹۴
خالونه/ اقبال حیران ۱۹۹۴
سوالګر / اکبر بری ۱۹۹۴
پوره سړی/ عظمت هما مجاز ۱۹۹۵
ډډې ونې / نورالامین یوسفزی ۱۹۹۵
ژوند قصې قصې / اسماعيل ګوهر ۱۹۹۵
پوسټ مارټم/ دور محمد کاسي ۱۹۹۵
سپینې پاڼې/ پروین فیض زاده ملال ۱۹۹۷
مات قلم: بلقیس مکېز ۱۹۹۷
الوتي رنګونه / ممتاز قاضي ۱۹۹۸
اخري سندره / رحمت شاه سایل ۱۹۹۸
د ډيوې لاندې تورتم / امیرعثمان ۱۹۹۸
ځيره راواستوئ خیر یوسئ/ عصمت قانع ۱۹۹۸
اېینه / عبیدالله خان ۱۹۹۸
میتریا / شېرین زاده خدوخېل ۱۹۹۸
سره ډولۍ: محمداجان یار ۱۹۹۸
بیا هغه ماښام دی/ طاهر اپريدی ۱۹۹۸
قصه خانه / زوبیر حسرت ۱۹۹۸
سورمازیګر/ محمد رفېع صیاد ۱۹۹۸
تلې پېرونه / محمد اقبال اقبال ۱۹۹۹
سکروټې / فاروق سرور ۱۹۹۹
خالي لاسونه / شېرين زاده خدو خېل ۱۹۹۹
اباسین کیسې کوي/ ګڼ کسان ۱۹۹۹
ماته اېینه / لایق زاده لایق ۱۹۹۹
ټپ / بلقیس مکېز ۱۹۹۹
نکل / اکبر بری ۱۹۹۹
د نینو بټ/ خالقداد امېد ۱۹۹۹
افغانان نه ژاړي/ حاجي محمد رزمي ۱۹۹۹
د ازمېښت ډولۍ / اجمل یوسفزی ۱۹۹۹
نیمګړی انځور/ صفیه حلیم ۱۹۹۹
زموږ د کلي پاڼې / زرین انځور ۱۹۹۹
دپرېښتې ځواب / حفیظ الله تراب ۲۰۰۰
سلګۍ په لویدیځ کې / حفیظ الله تراب ۲۰۰۰
دژوند په تله / محمود کوچی ۲۰۰۰
ناقلاري/ امیر حیدر شبګیر اپریدی ۲۰۰۰
ټالونه / عنایت الله ضیا ۲۰۰۰
ګلپاڼه/ علي خېل دریاب ۲۰۰۰
زغم/ سیف الاسلام سیف ۲۰۰۰
د کاڼي اوښکې / خورشېد اقبال خټک ۲۰۰۰
تکلونه افسانې / محمد اشرف غمګین ۲۰۰۰
نیمګړې ښځه / عصمت بي بي ۲۰۰۰
کاڼي او ازغي / سلما شاهین ۲۰۰۰
ټالونه / عنایت الله ضیا ۲۰۰۰
لېونی په شیش محل کې / عنایت الله ضیا ۲۰۰۰
خامکی دستمال/ عبدالسمیع وحدت ۲۰۰۰
سپوږمۍ / م .ر شفق ۲۰۰۰
زړه کلا / عبدالوکیل شینواری ۲۰۰۰
دلته غرونه نه دي هسک / زرین انځور ۲۰۰۰
کړه مار/ محمد ایاز غزل۲۰۰۰
چې ماشومان سندرې ووايي/ محمد اکبر کرګر ۲۰۰۰
ارمانونه حسرتونه / عبدالله جان مغموم۲۰۰۰
هغه لېونۍ وه/ نذیراحمد سهار۲۰۰۰
بنده دروازه /ډاکټر نصیب الله سیمآب ۲۰۰۰
د اسونو پاچاهي/ نورالامین یوسفزی۲۰۰۰
کاڼي او ازغي/ سلما شاهین ۲۰۰۱
خوږه خاوره ترخې کیسې/ ډاکټر یاسین اقبال یوسفزی ۲۰۰۲
صفر صفر ټول ناکام / سهراب دیدار ۲۰۰۲
پردۍ کوڅې: محمد رفیع واکمن ۲۰۰۲
طلايي مرغان / حفیظ الله تراب ۲۰۰۲
نور خوبونه نه وینم: طاهر اپریدی، ۲۰۰۲
د ډيوې په غیږ کې / صفیه حلیم ۲۰۰۳
پټ مخونه( دویم چاپ): قیوم مروت، ۲۰۰۳
تندر/ احسان ارینزی ۲۰۰۳
پنځوس ميلونه / عبدالوکیل شینواری ۲۰۰۳
انسان – صفر/ عظمت هما مجاز ۲۰۰۳
غره ته روان سړی/ پیرمحمد کاروان ۲۰۰۴
دکورمې په غاړه / اسیرمنګل ۲۰۰۴
سړه سېلۍ / نصیر احمد احمدي ۲۰۰۴
یو مزل دوه نړۍ / ایمل پسرلی ۲۰۰۴
دومره قدرې خبره / قیوم مروت ۲۰۰۴
په زنځير تړلی خوب: طاهر اپریدی ۲۰۰۴
نامريي ځواک / بازمحمد عابد ۲۰۰۴
تورسرې/ ثریا حوا بي بي ۲۰۰۴
لو/ وزیربادشاه جانان ۲۰۰۴
د رحمت ډالۍ / رحمت الله رحمت ۲۰۰۴
مینه/ نصیر احمد احمدي ۲۰۰۵
دسرکاتب کوڅه / محمد اصف ننګ ۲۰۰۵
دا مزی غوڅول غواړي / بدرالحکیم حکیمزی ۲۰۰۵
مینه او وسواس / علم ګل سحر ۲۰۰۵
سرې جامې / احسان ارینزی ۲۰۰۶
ترهګر/ محمد نعمان دوست ۲۰۰۶
دننګ کیسې/ سرمحقق علي محمد منګل ۲۰۰۵
نیلو / بلقیس مکېز ۲۰۰۶
د چراغ ارمان/ نورمحمد سهیم ۲۰۰۶
د خدای په کور کې/ سید امرالله امېد ۲۰۰۶
ښایست / صفیه حلیم ۲۰۰۷
دوزخ په انسان کې: محب الله زغم ۲۰۰۷
انځورونه که هينداره: محمد اکبر کرګر، ٢٠٠٧م، پېښور
شګې لمر او سمندر/ایمل پسرلی ۲۰۰۸
خندېده مې در پېرزو دي( مزاحیه افسانې): روشن بنګش، ۲۰۰۸
د واورې لمن /وږمه سبا ۲۰۰۸
تنده مې ماته شوه/ عبدالهادي حیران ۲۰۰۸
ولاړې ګټې / محمد ظاهر شاه ظاهر ۲۰۰۸
پېغور / سردار جمال ۲۰۰۸
رڼې اوښکې / اشفاق اتمانزی ۲۰۰۸
انسان په فاصله د انسان / صابر شینواری ۲۰۰۸
نورې کیسې/ایمل پسرلی ۲۰۰۹
د واورې سړی / نصیر احمد احمدي ۲۰۰۹
ولس او پولس/ مهر اندېش ۲۰۰۹
کړکۍ / شریفه شریف ۲۰۰۹
تکې سرې سترګې/ نورمحمد لاهو ۲۰۰۹
زغل/ عزیزالرحمان بل ۲۰۰۹
د پښتو لار/ شېرین زاده خدو خېل ۲۰۰۹
زيړ ګلونه / سیدیاسر علي شاه یاسر ۲۰۱۰
ښکار/ عبدالله الهام جمالزی ۲۰۱۰
منحاري / نصیب الله سیماب ۲۰۱۰
دژوند کیسه / فرېدون خوځون ۲۰۱۰
مجبوري/ محمد صادق ژړک ۲۰۱۱
بې موره / رفیع الله روشن ۲۰۱۱
دشخص دې ذمه وار یم/ ډاکټر اسدالله ښالېز ۲۰۱۱
تالاشوی/ محبوب شاه محبوب ۲۰۱۱
ستا په نوم/ محمد واصل وصال ۲۰۱۱
د ژوندون ښاریه / ډاکټر محمد زوبیر حسرت ۲۰۱۲
په قتل پښېمانه یم/ محمد نعمان دوست ۲۰۱۲
مېخونه / داد محمد ناوک ۲۰۱۲
چاته به وایې نه / قیوم مروت ۲۰۱۲
په وینو سرې جامې/ نبي الله امېل ناصري ۲۰۱۲
شلیدلي تارونه / لایق زاده لایق ۲۰۱۲
پردېس شهید / محمد عیان عیان ۲۰۱۲
پېښورۍ پانګه / محمد عیان عیان ۲۰۱۲
د ویرغاړې/ بېلابېل لیکوال/ ټولوونکی: سمیع الله پیوند ۲۰۱۲
زموږ اتل / محمد عیان عیان ۲۰۱۲
نرنګی ماما / محمد عیان عیان ۲۰۱۲
کیسه کیسو ته لاړه / سلیمان کامل ۲۰۱۲
ډولۍ / نور رحمان سحر ۲۰۱۲
افسانه که حقیقت / موسی ګل ګل ۲۰۱۲
مړه مینه/ سپینغر ۲۰۱۲
په اتفاق کې سوله د میرافغان سوه/ ډاکټر صالح محمد زېری ۲۰۱۲
باران / عبدالوکیل سوله مل شینواری ۲۰۱۳
داغل دی / نصرت ارمان ۲۰۱۳
بوډا او ماشوم / فاروق سرور ۲۰۱۳
یادونه او نکلونه/ اکبر کرګر ۲۰۱۳
دوه کتابونه/ صفیه حلیم ۲۰۱۳
وروستی پړاو: ظفر علي ظفر، ۲۰۱۳
ژوندی مړی / حفیظ الله تراب ۲۰۱۴
واورې او ګلونه( دویم چاپ): صاحب شاه صابر، ۲۰۱۴
نورخلک / اجمل پسرلی ۲۰۱۴
پردۍ سترګې: سید یاسر علي شاه یاسر، ۲۰۱۴
یوازی شوی / ایمل پسرلی ۲۰۱۴
ریالېست جاسوس/ حفیظ الله تراب ۲۰۱۵
وچه ټيکاله: زاهد اپریدی، ۲۰۱۵
خړی ماښام: ډاکټر محمد جاوېد خلیل، ۲۰۱۵
کوچنۍ ناوې / رفیع الله روشن ۲۰۱۵
سور تعویذ/ قاضي محمد حسن حقیار ۲۰۱۵
مور/ روشن لال ملهوتره ۲۰۱۵
سلګۍ / عزیزالدین یوسفزی ۲۰۱۵
د انتظار اخري لمحه: فضل محمود روښان، ۲۰۱۵
ماتې: مجیدالله خلیل، ۲۰۱۵م
داوښکو مارغان / سیده حسينه ګل ۲۰۱۵
ژوند په کیسو کې(ګډه ټولګه)۲۰۱۶
ده کیسه کوله/ ایمل پسرلی ۲۰۱۶
کیسه ګۍ/ عزیز الدین یوسفزی ۲۰۱۶
د زړونو فاصلې/ بریالی/ چاپکال نه لري.
ژباړل شوې کیسه ییزې ټولګې
دپاچاهۍ اخري ورځ/ بېلابېل لیکوال/ نجیب عامر ۲۰۰۲
شرط/ بېلابېل لیکوال/ محمد امین مدقق ۲۰۰۳
مینه او ډودۍ/ بېلابېل لیکوال/ عبدالرحیم دورانی ۲۰۰۴
انګلیسي پښتو لنډې ګټورې کیسې/بېلابېل لیکوال/ محمد یاسین شریفزی ۲۰۰۵
غچ/ ماکسیم ګورکی/ راشد خټک ۲۰۰۶
دمینې افسانه/ صمد بهرنګی/ احسان الله ارینزی ۲۰۰۶
د.... فلسفه/ بېلابېل لیکوال/ ډاکټر محب الله زغم ۲۰۰۹
د ژوند کو موسکا/ بېلابېل لیکوال/ سید محی الدین هاشمي ۲۰۱۰
وروستۍ پاڼه/ بېلابېل امريکايي لیکوال/ حبیب وقار ۲۰۱۰
پښې یبله ناوې/ بېلابېل لیکوال/ سایر ځلاند ۲۰۱۱
ټپي شوی ښار/ بیلابېل لیکوال/ ارشاد رغاند ۲۰۱۱
د زرو هېندارو کور/ بېلابېل لیکوال/ اسدالله غضنفر ۲۰۱۱
واوره او توپان/ لېف نیکولایویچ تولستوی/ محمد طاهر کاڼی ۲۰۱۵
چیندرو: همدرد یوسفزی/ ۲۰۱۷م
دلیکوال عزت/ پرېم چند / قیوم کریم (؟)
خرمړی/ عزیز نسین/ ډاکټر محمد فرید بزګر (؟)
داستانونه او کیسه ډایجسټ دوه هغه مجلې دي، چې په پېښور او کابل کې تر لسو ګڼو زیاتې خپرې شوي. په دغه هره مجله کې ګڼې پښتو کیسې خوندي دي، چې د معاصر ادب ښې نمونې په کې شته. داستانونه اسدالله غضنفر چلوله او کیسه ډایجسټ بیا محبوب الله خان محبوب. دا دواړه مجلې اوس بندې دي.
په تېرو دوه نیمو لسیزو کې
د پښتو لنډې کیسې موضوعي او فني ځانګړنې
په تېرو څه نا څه درې لسیزو (۲۰۲۴-۱۹۹۲ع) کې پښتو لنډې کیسې نور هم جوت لوری خپل کړی. د موضوع له پلوه مهم ژوندني مسایل د کیسو په موضوعاتو کې راغلي. په ژوند کې د ناوړه چلن خلاف په کې بغاوت شوی، مینه په کې څرګنده شوې. له متمدن او ښکلي ژوند سره د انسان مینه، د انساني ارزښتونو دودونې ته په کې درناوی څرګند شوی دی. په بدو کې د ښځو په ورکړه، په ناوړه او غیر اخلاقي چلن په کې بد ویل شوي، په بې عدالتۍ، بې انصافۍ، ناسمو اخلاقو او نفساني خواهشاتو په کې نقد او کره کتنه شوې، د لنډې کیسې پیغام او محتوا ډېره له مهمو ژوندنیو ځانګړنو ډکه شوې، چې انسانان خپلو بد ګڼو ته متوجه کوي او ښېګڼو ته یې نژدې کوي. زیاتره د همدغو موضوعاتو تشرېح او سپړنه ده، چې د هنر ژبې ورته د ادب پوښ ورکړی او په لوستونکو یې کیسه درنه کړې ده. د کیسو موضوعات که څه هم په پښتونخوا او نورو خورو سیمو کې هر لیکونکي له خپل چاپېریال نه اخیستي دي، خو په عمومي توګه د پښتنو ژوند له یو لړ ستونزو نه کړیږي او ستونزې او نا سم چلن په کې تقریبا له ورته حالت سره مخ دی، نو ځکه خو په ټوله کې ښې موضوعګانې له چاپيریال څخه لیکوالو ټاکلي او بیا یې پرې کیسې لیکلي دي.
له فني خوا هم کیسې ښکلې شوي دي. دکیسو پلاټونه بشپړ پای ته رسول شوي. د کیسې کرکټرونه ښه خبرلوڅ او له حال سره سم ګړول شوي. په کیسو کې کرکټر ټاکنه او بیا هغه غږول د لیکوال اصلي جوهر او استعداد څرګندوي. په زیاترو لیکوالو کې دا استعداد ښکاره شوی، چې یو کرکټر د لوستونکو له علاقه مندۍ او تمې سره سم څه ډول په خبرو راولي. دغه راز په کیسو کې خیال کارونه په هنري بڼه په زیاترو کیسو کې وینو. دغه ډول کیسې د تخنیک او جوړښت له پلوه زموږ د اوسني ادب غوره کیسې دي. زموږ د اوسنۍ لنډې کیسې ځینې لیکوال خو دومره پیاوړي دي، چې په کیسو کې یې خپل هنر په ډېر ماهرانه انداز کې وړاندې کړی او د خبرو تصویري جملې یې داسې برابرې کړي، لکه چې یو عکاس عکاسي کوي. مکالمې یې هم تر پخوا لا پسې مشخصې شوي. تلوسه هم د اوسنیو کیسو اصلي منځ ټکی دی. که څه هم په پخوانۍ دوره کې هم د کیسو تلوسې ښې وې، خو اوس د نویو موضوعاتو په ټاکنه لیکونکو درک کړې، چې د کیسې تجسس او تلوسه څه ډول پرمخ یوسي.
د پیغام له پلوه هم اوسنۍ لنډې کیسې زیاتره د غوره او ښو پیغامونو استازي کوي. اوسنیو کیسو د ادب اصلي ماهیت ښوولی، چې خلکو ته په نرمه او لطیفه ژبه یا په بله وینا په هنري ژبه سمه لاره وښيي. کیسې دا حق ادا کړی او لا هم د ادایینې په درشل کې ده.
که څه هم د اوسني پښتو ادب ټولې لیکل شوې او خپرې شوې کیسې له یوې مخې ډېرې عالي نه شي ګڼل کېدی، خو څومره والي ته په کتو په کې د څرنګوالي اغېز ډېر محسوس دی او دا موږ ته ښيي، چې په اینده کې به پښتو لنډه کیسه نوره هم ښکلې او پیاوړې ووینو.
د لنډو کیسو ځينې نامتو لیکوال
په تېرو څه باندې دریو لسیزو کې (۲۰۲۴-۱۹۹۲) پښتو ژبې ګڼ داسې لیکوال موندلي، چې یا په همدې کلونو کې کیسه لیکنې ته هڅېدلي او یا که تردې وړاندې هم لیکوال وو، نو په دغه موده کې یې نور کیسه ییز اثار هم لیکلي او خپاره کړي، چې د کیسې په پرمختګ کې پاموړ بدلون ګڼل کېدی شي. په دغو کې په لسګونو لیکوال په یادونو ارزي. خو ددغه څېړنې د مفرداتو دلته یوازې څو تنه داسې نیمزالي او ځوان کیسه لیکوال په نښه کوو، چې د کیسه لیکنې په ډګر کې تر نورو مخکې د یادون حق لري:
طاهر اپریدی
طاهر اپریدی چې اصلي نوم یې ترکستان دی، د میر اکبرخان ادم خېل زوی د ۱۹۳۹ع کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د پښتونخوا د دره ادم خېل په بوړه نومې سیمه کې زیږېدلی. ده منظمې او رسمي زده کړې نه دي کړي، په ځانګړې ډول د مطالعې له برکته یې لیک لوست زده کړ او د پښتو مجلو او رسالو په لوست یې له لیک او لیکوالۍ سره مینه پیدا شوه.په ۱۹۶۵کال کې کراچۍ ته لاړ او هلته یې د ټرانسپورټ کاروبار شروع کړ، خو ورسره یې مطالعه هم کوله، چې له امله یې دی نامتو کیسه لیکوال شو.
دده په وینا په ۱۹۶۰ ع کال کې یې لومړی لنډه کیسه په غونچه پښتو مجله کې چاپ شوه او بیا یې په ۱۹۷۱ع کال کې د پښتو لنډو کیسو لومړي ټولګه « د محلونو خواکې » خپره کړه.
طاهر صیب یوازې کیسې، نه بلکې ناولونه، سفرنامې، راپورتاژونه او څېړنیزې تبصرې هم لیکلي دي، دغه راز یې په پښتو شعر کې هم تجربې کړي، غزلې، نظمونه او قطعات یې ویلي؛ خو په کیسو کې تر نورو نامتو دی. ده په ۱۹۹۱ع کال کې له کراچۍ نه د « جرس» په نامه پښتو ادبي مجله هم چلوله، چې تر یوې نیمې لسیزه ډېره چاپ شوه، خو اوس ولاړه ده. طاهر اپریدی د ۲۰۲۱ع کال د جون په ۴مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې وفات او جسد یې د پېښور په دره ادم خېلو کې خاورو ته وسپارل شو.
د طاهر اپريدي اثار:
لنډې کیسې: ۱. دمحلونو خوا کې ۲.لاره کې ماښام ۳.نور خوبونه نه وینم ۴.د څو لحظو لویه قیصه ۵.پاڼې پاڼې ۶.بیا هغه ماښام دی ۷.په زنځير تړلی خوب ۸.موده پس اشنا راغلی ۹.دیدن( اوردو کیسې)
سفرنامې: ۱.سفر په خیر ۲.سفر مدام سفر
ناولونه: ۱.کاڼو کې رګونه ۲.تیری انکهین خوبصورت هین(اوردو)
راپورتاژونه: ۱.جانان مې قطر ته روان دی۲.لاړ شه پېښور ته
۳.ځه چې ځو کابل ته
ادبي لیکونه: ګوتې قلم ته په ژړا شوې( د حمزه شینواري خطونه دده په نامه).
بیا هغه ماښام دی
نن هم هغه رنګ ماښام و، کوم چې پرون و؛ وړمه ورځ و؛ تېر کال و؛ هغه بل کال و او د مودو مودو راهیسې چې وي.... نن مازیګر هم د نمر مخ په زيړي رنګ زیړ و او د ساه ختونکي رنځور په شان یې په وړو وړو په لنډو لنډو سلګو د ژوند لمن رانیوله او رو رو د لوړو غرونو تر شا د شفق په لمبو کې ډوبېدلو.... څومره به چې د نمر په رڼا تروږمۍ راتله، نو هومره به د ختیځ د لوري د تورې شپې سیلاب چپې وهلې او «پارو» لکه ددې تورې چپې په مخکې لکه د خلي، خسڼي څرخونه خوړل.
نن هم د تېر کال په شان پارو ددغې خړ، تور ماښام خورېدو سره د کوټې دننه ځان د خورېدونکي تیارې په څادر کې ونغاړلو او د تش یخ نغري سره کېناستله او په خپل نصیب یې د اسوېلو ایرې نوستلې.... اوس خو دغه د هغې عادت جوړ شوی و، چې څنګه به د نمر په مخ زېړی راښکاره شو، نو هم هغه وخت به هغه د کوټې دننه د یخ نغري سره کېناستله. بهر به د جارګي نغري کې نري نري لوګي سوځېدل، سټکوري کېدل او دننه به پارو ساړه ساړه اسوېلي کول. ... نن هم د تېرو کلونو د ماښامونو غوندې یو ماښام و.... خو وړاندې به چې پارو د کوټې نه بهر راوتله، نو دخوشبویۍ چپه به ورنه وړاندې راووتله او د مور غوندې خوږه خواښې به په تادۍ پاڅېدله، په برغولي کې به یې د سپېلنو په دانو د نغري نه سکروټې کېښودې او د پارو په وړاندې او د سر دپاسه به یې پرې لوګی وکړو او دغه شان به یې د هغې د ښایست او ځوانۍ نظر مات کړو....
او چې بخت بلند به د سروګلونو جوړې دغې ګوډاګۍ ته وکتل، نو که په خوشبو به یې ذهن معطر شو، نو په تن بدن به یې داسې اور بل شو، چې هغه به په رڼا ماښام په اسمان کې ستورو ته کتل.
د کلي د کوهي، ګودر غاړه په پارو ښایسته وه. دکلي مازیګر په هغې رنګین و، دکلي ماښام په پارو رڼا و. دکلي ټول سپرلي په پارو اباد وو. د سندرو نغمو خوند د پارو د نوم په ستایلو کې و. او د ژوند ټوله مستي نشه د پارو په وجود کې وه.... دکلي زلمو به د پارو د نوم په اخیستو د خولو خوندونه ښه کول او د کلي پېغلو به د پارو په ښه نصیب پالونه نیول اود بخت بلند په ذکر به یې په زړونو کې کږې وږې کرښې جوړېدلې.
حسن اوس هم و، ځواني اوس هم وه، او د وچ کړس سادین غوندې د باران څاڅکو ته تږی، لېواله بدن اوس هم و. خو د ژوند جذبه لکه د مرګ اور سوزولې وه.... شمع خو د کوټې دننه اوس هم بلېدله، خو اوس هغه پتنګ نه و، چې هره شپه به د ښایست په دغې شمعې سوزېدو. اوس هغه زړه هم نه و، چې په ناز، نزاکت به یې دعشق اور او تنده سېوا کول.
د وړومبي کال دغې بختورې ورځې نه پس چې په دریم، څلورم کال د بخت بلند د مور بې صبره ارمان پوره شو او دهغې د کور په انګړ کې چې نوی ګل وموسېدو، نو هغې سره د ټول کور د خلکو او د کور د خلکو سره د کلي ټولو نېک خواهانو د خوشالو جامونه ډک شول. خو دومره هم ډک نه چې تر څنډو بهېدلی وی. خوشالۍ وې ، خو د جامو نه بهر نه وې. اسوده ګي وه، خو بې خودي نه وه. مینه مستي وه، خو د لمنې راښکل نه و. شتمني او سرلوړي وه، خو د کلي احترام، ادب او عزت ددې نه ډېر وو.
د بخت بلند او پارو د واده چې هم په دغه بختوره ورځ سحر د نهمو میاشتو غوټۍ ګل شوه او دمینې، خوشالو ډک کور کې د یو کچه، تنکي ماشوم ژړا واورېدله شوه، نو د بخت بلند مور ددغې بختورې ورځې په نامه ددغه ماشوم بچي نوم بختور خان کېښودو، چې د بخت بلند او بختور خان بختونه نور ډېر او زیات شي.
هم په دغه نننۍ ورځ بخت بلند د سروګلونو څېره تړلې وه، هم په دغه بختوره ورځ پارو په سره ډولۍ کې د ګلونو په څادر کې پټه د بخت بلند کورته راغلې وه. او هم په دغې بختورې ورځې دغه بختور کور کې بختور خان راغلی و.
او بیا د بخت بلند مور دغه ورځ په پال کلکه ونیوله.... هر کال به په دغه ورځ د بخت بلند مور د ټول کلي په کورونو وګرځېدله او شپې ته د راتلو ست به یې ماشومانو، جینکو او ښځو ته وکړو.
ماخوستن به د ټول کلي ښځې، جینکۍ، پېغلې او ماشومان په جمع راغلل او دبخت بلند د کور انګړ کې به یې داسې درز غوبل جوړ کړ، چې شور زوږ به یې تر حجرې ورسېدو او بیا به یې داسې اتڼ واچولو، چې د پېغلو سره به دپاخه عمر او عمر خوړلې زنانه هم راپاڅېدلې او د ستورو سپوږمۍ په رڼا کې به یې د تمبل سره څرخونه واړول.
او چې کله د بختور خان د پیدایښت دریم کال دبره شو او د دویمې غوټۍ څه نښه نښانه ښکاره نه شوه، نو د بخت بلند مور سره بیا فکر، اندېښنې او وسوسې ملګرې شوې.
« خدای دې نه کړي، پارو په دې ایکي یو بچي شنډه -.» یو خیال یې ذهن کې لکه اغزی ښخ شو.
« توبه! توبه! خدای دې داسې نه کوي. توبه! دا زه په کومه لاره سر شوم.»
هغې زر زر غوږونو ته ګوتې یوړې او ددغه سپېره خیال ازغی یې د ذهن نه وویستو.... خو ازغي څوکه ښخه کړې وه.... د بخت بلند مور توبې ویستلو نه پس هم په شکي شکي نظر پارو ته کتل.
« بد خواهان، بد نیتي، سپېرسترګي خو هم دې کلې کې ډېر دي، هسې نه ! چا سپېرو مې په اینګور کوډې، تعویذونه نه وي کړي او ددویمې غوټۍ لاره یې قصدا بنده کړې نه وي؟». د ازغي څوکه ژوره تلې وه او هغه یې په فکر اخته کړه... او بیا دغې د شک ازغي ویستلو په غرض هغې پارو په ډېرو زیارتونو، پیرانو، ملنګانو، باباګانو، درګاوو او دربارونو وګرځوله او د زیارتونو ډېر درشلونه یې پرې ښکل کړل او څه ډېر بلا تعویذونه یې ورته په غاړه کې امېل کړل. د لرې لرې کلو مشهورو دایڼو نه یې دارو درمل پرې وخوړل. او دغه شان یې د تقدیر راګرځولو دپاره د تدبیرونو بندونه وتړل.
ددغه کال دغه بختوره ورځ یو کال پس بیا راغله او دا ځل د بخت بلند مور د پیرانو، باباګانو په دوعاګانو پوخ یقین و. هغې زړه ته تسلي ورکوله چې د تېرو نهو میاشتې راسې غوټۍ که ګل نه شوه، نو دا ځل امېد دی، چې ددې بختورې ورځې په راتلونکې بختورې شپې خو به د غوټۍ زړی خامخا وکرلی شي. او که خير وي، نهه میاشتې پس به.....؟
هغې پارو ته د پیرانو ساختونه او د دایڼو د سپېرکو ملخوځو داروګان د سحر راسې ورکول او ورسره یې ښودلی شوي هدایات وریادول....خو! خو شپه لا ډېره لرې وه، لا خو لمر د زیړي په رنځ نه و اخته شوی، لا خو ماښام په ایرو نه و خړ شوی، لا خو د دوو وجودونو ترمنځ د حجاب نرۍ پردې پورته کېدو ته ډېر وخت پاتې و.... لا خو د سپرلي ماسپښين ښه په مستۍ او جوبن و. په پولو په پټو کې جینکو شینکي کول، رېبل او د بنګړو، ګجرو شړنګا یې د غر د کمر سره لېونۍ لېونۍ ډغرې خوړلې او بازګشت به یې په سیل راوتلو زړونه رپول.
ورځ هم هغه وه، کومې چې د بخت بلند مور د بختورې نوم ورکړی و... هم په دغه ورځ پارو سرې ډولۍ کې د بخت بلند کور ته راغلې وه او دغه کور ته یې ښایست او خوشالۍ او نېکمرغۍ وربښلې وې.
هم په دغه ورځ د بختور خان غوندې ګل په دې کې کور کې موسېدلی و او دغه کور یې په خپله خوشبو معطر کړی و.... دغې بختورې ورځې ته به د بخت بلند مور ډېر په بې صبرۍ په تمه وه. دغې ورځې سره د هغې ډېر زیات امېدونه تړلي وو... هغې دغه ورځ په یوه ښه پال نیولې وه.
نن پارو هم ډېره خوشاله وه. هغې د ورځې د سر نه څڼه وربل کړی و او د سروګلونو هغو جوړه یې اغوستې وه، کومه چې د بخت بلند ډېره زیاته خوښه وه... نن ورځ د بختور د زېږون ورځ وه او نن ورځ ډېره د خوشالۍ ورځ وه.
ماسپښين نه لږ پس لوړ مازیګر ناڅاپه یو داسې ډز وشو، چې د بخت بلند مور د زړه سره یې د هغه د کورنۍ د ټولو خلکو زړونه هم وچول. د کور دېوالونو کې چاودونه وشول او دکوټې دورشلې پړمخې پرېوتلې. په دوکانچو پراته منګي ښکته راپرېوتل او د کلي د چولو، کوڅو نه شنه لوګي پورته شول... د بخت بلند سینه د جرمنۍ یوې ګولۍ پورې وورې سورۍ کړله او دکلي د حجرې، جومات لارې یې هم جدا کړلې.
ولې ؟ او په څه ؟؟ سوالونه خو اېغ نېغ ودرېدل؛ خو جوابونه هیچا سره نه وو. سترګې حقې بقې وې خو په خولو مهرونه ولګېدل. شاید بخت بلند د روایتونو، رواجونو، تربګنو او دوښمنو د زنځير د یوې کړۍ ویستلو هڅه کړې وه. شاید هوښیار او ذهین بخت بلند د بدل او انتقام په تیارو کې د ډيوې بلولو کوشش کړی و. شاید هغه د مودو راسې د دوښمنو بل شوی اور باندې د مینې اوبه اچولې....
او نن یو کال پس بیا هغه ورځ راغلې وه، هغه چې د بخت بلند او پارو جوړه، جوړه شوې وه، چې بختور خان غوندې ګل موسېدلی و او دغه هم هغه ورځ وه، چې یو قیامت راغلو او د سترګو رپ کې یې د پارو دونیا ورانه کړله. ژوند په ټپه ودرېدو. دکور غولی د ګردونو ډک شو. د بختور سترګې سپینې شولې. د خواښې ارمانونه، امېدونه لوغړي پوغړي شول. اود اینګور غاړه کې تاویزونه بې اثره شول.... خو وخت وړاندې په یو تسلسل روان و. پارو بیخي داسې ګڼلې وه، چې د ژوند لوبه ختم شوې ده. هرڅه ایره ایره شوي دي. خو هغې لا سا اخستله، لا یې د تن رګونو کې وینه ګرځېدله . ژوند و او د وخت غوندې په وړاندې تلو....
یو کال بل تېر شو او دنوي کال هم هغه اوله بختوره او بیا سپېره ورځ راغله. د سپېره کال سپېرې ورځې، سپېره او په ایرو خړ ماښام!!
پارو سم د مازیګر نه د کوټې دننه د اسوېلو او سلګو په هجوم کې ناسته وه او د نصیب تورو تیارو کې یې د اوښکو ډېوې بلولې. هغه به کله د تېر وخت هغو ورځو شپو ته لاړه، کومو کې چې به هغې د بخت بلند ترڅنګ څنګ روانه وه. او کله به د مرګ وهلې غمونو په لښکرو کې بندیوانه کېناستله. د ماښام تيارې ډېرې په چوپتیا چوپتیا، غلې غلې خورېدلې. لکه د پارو نه یې وېره کیږي.
« پارو! لورې! تیاره خوره شوې ده، دغه ډيوه خو بله کړه کنه! خواښې بهر جارګي نه پارو ته غږ وکړو... او بیا یې ځان سره رو غوندې ووی، دغه یوه ډيوه خو دې خدای بله ساتي، چې ژوند ورپورې تړلی دی».
خو لکه پارو، نه د خواښې غږ اورېدلی وي او نه ورته د تیارې د خورېدو احساس شوی وي... هغه هم هغه شان د ماضي د یادونو په توپان کې راګېره وه او د مایوسیو په ګرداب کې یې څرخونه خوړل. هغې لږ ساعت ددغې ګرداب نه سر رابهر کړو او لرو بر یې وکتل. خو په کوټه کې چې به یې خورې شوې تیارې ته وکتل، نو د پښو لاسونو نه به یې دم وختلو او دغې سپېره ګرداب کې به بیا په څرخندو شوله.
زړه مات شوی و، ډيوه مړه وه، تیاره خوره شوې وه او د کور دېوالونه چاودلي وو.
« مورې! یو کچه خوږ او سندریز غوندې غږ دهغې غوږونو کې شېریني ورڅاڅکی کړله.
او چې پارو د مایوسیو د ګرداب نه سر رابهر کړو او په تیاره کې یې د ور مخې ته وکتل، نو د بختور خان په سپین مخ ځلېدونکې رڼا د هغې د مات شوي زړه، ټوټې راجوختې کړلې او د امېد مړه شوې وړه غوندې ډیوه یې بله کړله.
یو ساعت خو پارو بیخي دم ختلې غوندې ناسته وه، لکه سوچ کوي، چې خوب ویني او هغه ويښه وه او بیا د یوې کلکې او مهمې ارادې سره راپاڅېدله او په تاخ کې پرته ډيوه یې بله کړله.
صفیه حلیم
صفیه حلیم د عبدالحلیم خان لور د ۱۹۵۱کال په ډېسمبرمیاشت په پېښور کې زیږېدلې. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د پېښور په ښوونځیو کې کړي او بیا د فرنټير کالج له څوارلسم او له پېښور پوهنتون نه لومړی د BA او بیا د MA په درجو فارغه شوه. بیا د پېښور پوهنتون اړوند په یوه ښوونځي کې استاده شوه او تر دې وروسته په لنډ مهالو او اوږد مهالو پروګرامو نو کې څو ځل لندن ته د مېرمنو او ښځو د حقونو په موضوع کې د ګډون لپاره لاړه. بیا یې د سکاټ لینډ له ایډنبرا پوهنتون نه په ژبپوهنه کې ماسټري واخیسته. ورپسې په BBC راډيو کې مقرره شوه او هلته یې د ښځينه وو او د پښتنو د ژوند په اړه بېلابېل راډيويي پروګرامونه جوړ کړل. په افغانستان او هندوستان کې یې د پښتنو د ژوند په اړه مقالې او اثار هم لیکلي دي.
صفیه حلیم د پښتو د لنډو کیسو ښه لیکواله ده. نوموړې د لویدیز ادب مطالعه هم کړې او د هغه ادب تجربې یې د پښتو ادب په لنډه کیسه تطبیق کړي. خو دده زیاتره کیسې د پښتني چاپیریال هنري او ادبي تشریح ده. صفیې ناولونه، تاریخ او د ماشومانو په اړه هم اثار لیکلي دي.
اثار: نیمګړی انځور/ د ډيوې په غیږ کې/ ښایست/ دوه کتابونه / زبېښاک ( ناول)/ دنیا( ناول) / ښکلی کتاب ( ادبي نثر) / د نړۍ ولسي قیصې( نړۍ وال فوکلور)/ د هندوستان پښتانه: بهوپال ( تاریخ)/ د هندوستان پښتانه: مالیر کوټله( تاریخ)/ د هندوستان پښتانه: بهار( تاریخ)/دهندوستان پښتانه: باره بستي(تاریخ)/ د سند باد اووه سفرونه( دماشومانو کیسې).
کږه خوله
د هغې وروستۍ خبرې په ما اور، بل کړو. یوه څپېړه مې ددې سپین مخ ته راخلاصه کړه او ترڅو چې پوهېده، په فرش پرته وه. هغې د خپل لوڅ وجود د پټولو لپاره لاس وغځوو، خو ما په فرش د هغې دانه وانه جامې او بوټان راټول کړل او د اپارټمنټ په راهدارۍ کې مې ورته وغورځول. دا راته په ښکنځلو سر شوه. ما ژر ژر د خپل خوب چپنه په ځان راتاوه کړه؛ دا مې د لاس نه ونیوله او هماغسې د جامو پسې مې بهر ورټېله کړه.
دروازه مې په زوره بنده کړه نو ددې سلګۍ مې واورېدې.
زما اور لږ سوړ شو او پښېمانه شوم، خو هغې د دروازې نه بهر خپله وروستۍ خبره بیا په زوره وکړه، نو هغه قهر مې بیا راتازه شو. ورپسې بهر لاړم. له ويښتو مې ونیوله او د دېوال سره مې یوه زوروره ډغره ورله ورکړه. دې چیغې کړې او زه لږ ووېرېدم چې هسې نه د نورو اپارټمنټونو نه څوک راووځي. خو په دې وطن کې ښه والی دادی، چې څوک درباندې غرض نه لري. زیات نه زیات یو څوک پولیسو ته ټيلفون وکړي. دا ښځه ما پخوا هم وهلې وه خو هیڅ نه و شوي.
په لومړي ځل مې په دې وهلې وه، چې زه په کور کې نه وم او دې زما ملګري ته دروازه خلاصه کړې وه. دا څه دومره لویه خبره نه وه، خو زه په دې وشرمېدم چې هغه وخت دې ښځې د خوب کالي اغوستي و. او زه په غسل خانه کې وم. بیا مې دوه درې وارې په دې څپېړه ورکړې وه چې ما سره به یې ژبه کوله. خو د تېرو شپږو میاشتو نه یې نازوم. چکر ورکوم، فلمونه پرې ګورم، رسټورانټ ته یې بیایم. یو ځل مې ورته ښکلې جامې او بوټان واخیستل. هالیډی (چکر) ته مې هم بوتله، نوره د خره لور څه غواړي؟
نن سم دم د کار نه راغلم. سمه دمه ډوډۍ مې وخوړه. سم دم عشق مې ورسره وکړو، چې ناڅاپه یې وویل: « واده راسره وکړه». ما وویل دا ناشونې ده. ماته مور په وطن کې کوژده کړې ده. خو ددې هماغه یوه خبره وه، چې ته راسره مینه کوې، نو راځه چې یو ځای کور جوړ کړو. هغه خو لا څه کوې راته یې ویل، ماشوم غواړم، ما ورته وخندل او خبره د خندا هم ده، « هلکه ته ددې ځای ښځه وګوره او ماشوم راوړل وګوره. سبا له به یې د ساتلو نه وي، بل سړي سره به تښتېدلې وي او زه به ورته ماشوم لویوم»
اخر یې چې راته ډېر غوږونه وخوړل، نو خبرداری یې راکړو، چې: « زه دې پرېږدم.»
ما وویل، ځه نو لاړه شه. زه خو هسې هم واده درسره نه کوم. د وطن نه به ښځه راولم. ستا اړتیا راته اوس نه شته. بس په دې خبره په کټ کې کېناسته او بدې ردې یې راته وویلې. زه ددې د ښکنځلو سره اوس عادت شوی یم. ښه د زړه بړاس یې وویستو. نو ما غوښتل چې مچ یې کړم.
خو ددې وروستۍ خبرې راباندې اور، بل کړو، راته یې وویل:
تاسو پښتانه څومره خودغرضه یئ. په ښځو ظلم کوئ. بس وروره دا خبره نه وه، لکه د ټوپک ډز و، چې په ما یې وکړو. دا د دوو پیسو ښځه چې لس یاران یې بدل کړي دي، څنګه زما قوم ته ښکنځل کوي؟ هرڅوک چې زما قوم ته څه ووایي، زه به ترې سترګې وباسم، ژبه به ترې پرې کړم. دا بدبخته خو مې تش په وهلو پرېښوده. هغه مشران څه ښه وايي، چې کږه خوله په سوک سمیږي.
ستانه میر زهیر
انجینیر ستانه میر زهیر شینواری د یارمحمد زوی په ۱۹۵۳م کال د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ثناخېلو کې زوکړی دی.
لومړنی او منځنۍ زده کړې یې د کابل په رحمان بابا لېسه کې کړي، او لېسانس یې دکابل له پولتخنیک انیستیتوت نه د معدنونو د پېژندنې په برخه کې اخیستی. بیا یې په همدې مسلک کې ماسټري هم کړې ده.
دافغانستان په علومو اکاډمۍ کې د محقق تر رتبې رسېدلی و، خو بیا پېښور ته بې ځایه شو، هلته د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند ډرامې د لیکوالو ډلې غړی شو. بېلابېلې نورې رسمي او غیر رسمي دندې یې هم ترسره کړي دي. د افغانستان جمهوریت په وروستي کال امریکا ته کډوال شو.
دی د پښتو لنډو کیسو لیکوال هم دی. په دې برخه کې یې څو اثار خپاره شوي. که څه هم خپله مسلکي لاره یې هم پاللې ده او د انجینرۍ او زمکپوهنې په برخه کې یې هم کتابونه او اثار لیکلي او خپاره شوي دي.
دده د لنډو کیسو خپرې شوې ټولګې دادي: د زهرو ګل / نوی ژوند / زما له مینې نه توبه ده
ژباړه: د ملانصردین ټوکې/ له دې پرته ښاغلي زهیر شینواري د بي بي سي په نوی کور نوي ژوند ډرامه کې تر یوې لسیزې زیات د ډرامې بېلابېلې برخې لیکلي دي. چې دی موږ ته د یوه ډرامه لیکونکي په توګه هم راښيي.
د پلار له وېرې .... ؟؟؟
د اختر دريمه ورځ وه ، مور خپل دولس کلن زوی انار ګل ته په لوړ غږ وويل:
- اناره زويه ، چابکه راشه! چې غوا درته خلاصه کم ... انار ګل په بيړه رانږدې شو او په خپله ماشومانه لهجه يې ، په عذرو زاريو داسې وويل :
_خير دی مورې ، اختر ﻻ نه دی خلاص ، نن هم ورته په کور کې واښه واچوه ، سبا به يې له وخته بوځم ، ښه مورې !؟ مور يې په داسې حال کې چې غوايې له موږي نه خلاصوله لږه ټکنۍ شوه :
_ زويه ! څه درته ووايم ، که پلار دې خبر شي چې نن دې بيا هم غوا سارا ته نه ده بيولې ، ژوندی به دې پرې نه ږدي . انار ګل بيا په زاريو پيل وکړ:
_خير دی مورې ،چې ته یې ورته ووايې ، هغه بيا څه نه وايي ... مور يې زړه ورباندې وسو، زړه نا زړه يې وويل:
_ ښه ده زويه ! چې ته وايې نن دې هم په کور ولاړه وي خو پام دې وي چې سبا ګوره بيا دابانې ونه کړې انارګل چې د مور دا خبره واوريده بې اختياره يې له خولې نه د خوشالۍ يوه کړيکه ووتله ، غوښتل يې چې په بيړه له کوره ووځي او خپلو همزولو ته ځان ورسوي .څو قدمه چې مخکې لاړ ، نا څاپه يې په خپل پلار سترګې ولګيدې چې د کلا په لويه دروازه را ننوت . انارګل له وېرې لکه وچ لرګی په ځای ودرېده . پلار يې د تل په شان انارګل ته له غوسې نه په ډکه لهجه وويل :
_ د ځناور بچيه ! غوا تراوسه په کور کې ولاړه ده ، او ته خوشې په خوشې ګرځې ...؟ انار ګل له ډېرې وېرې هيڅ ونه ويل ، يوازې يې د مو ر په لور په دې تمه ژيړ ژيړ کتل چې هغه يې ځواب ووايي . موريې چې د انارګل زيړ او تښتيدلي رنګ ته پام شو په بيړه يې د هغه په پلوۍ وويل :
_ خيرد ی سړيه ! ماشوم دی ، د اختر ورځې دي ، ټول همځولي يې په کلي کې لوبې کوي ، پرېږده چې دی هم ورشي ، ماته يې ډېرې زارۍ وکړې، پام دې وي چې څه ورته ونه وايې ..... پلار يې چې دا خبره واورېده نو په ډېره غوسه يې خپلې ښځې ته وويل _ دا هلک ستا له لاسه وران شوی، ستا له لاسه ! پخوانيو ويلي دي : ( چېرته چې ډب نه وي ، هلته ادب نه وي ) او ددې خبرې سره سم يې د انارګل په مخ يوه داسې څپېړه حواله کړه چې د چا خبره غږ به يې په لسم کلي هم اوريدل شوي وي .انار ګل خوارکي له ډېره درده يوه سخته کړيکه وکړه خو د پلار له وېرې بېرته غلی شو ، ژر ژر يې له سره لوېدلې خولۍ له زمکې راپورته او او له خاورو وڅنډ له، په داسې حال کې يې غوا له کوره وويستله چې له سترګو يې مړې مړې اوښکې روانې وې. انارګل په ژړا ژړا کې غوا د وښوڅخه د ډک غره لمنې ته ورسوله . غوا څرېدله او خپل واښه يې خوړل . خو د انارګل له زړه نه يوازې خدای خبر و. يوې غټې تيږې ته يې ډډه ولګوله ، دخپلو ماشومانه فکرونو په لوی سمندر کې لاهو شو، کله به ورته په کلي کې د خپلو همزولو لوبې سترګو ته ودرېدې او کله به ورته هم د خپل پلار څپېړه... ، په همدې چرتونو کې ډوب و چې خو ب پرې خپلې وزرې وغوړولې . ورو يې يوه وړه تيږه سرته کېښوده اوپه کراره کراره په درانه خوب ويده شو .غرمه مهال چې له خوبه راپورته شو. په بيړه يې د خپلې غوا په لور وکتل، خو له بده بخته د غوا درک نه و. د لېوني غوندې يې کله يوې خوا او کله بلې خوا منډې ووهلې خو بيا يې هم درک ونه لګېده . ډېر وارخطا شو ، حيران و چې څه وکړي،له غره نه سمې ته راښکته شو؛ په لويه لار کې ودرېده، ديوه او بل نه يې يوازې همدومره پوښتل :
_ ماما زما غوا دې نه ده ليدلې ؟ خو هر چا به ورته بس همدا خبره کوله : _ نه وراره ګله، نه مې ده ليدلې .غله ډېر دي چا به درنه پټه کړې وي. انار ګل له ډېرو پوښتنو يګنو وروسته په دې باوري شو، چې غوا يې په رښتيا هم چا پټه کړې، اوس نو په دې چرتونو کې لاړ چې کورته لاړ شي که نه ؟ که لاړ شي او پلار يې خبر شي چې انارګل نه غوا ورکه شوې څه به ورته وايي ؟ په همدې کشمکش کې را ګېر و او ځانته يې د حل لاره لټوله. د بلې خوا يې مور په کور کې ډېره نارامه وه ځکه د لمر سترګه په ډوبيدو وه او د انارګل در ک نه و، په وار خطايې له کوره راووتله ، مخامخ يې هغې لارې ته وکتل ، په کومه به چې هره ورځ انارګل د خپلې سرې غوا سره يو ځای د کو ر په لور رروان و. په انتظا ر انتظار کې د ماښام تياره را خوره شوه او د انارګل پلار هم په جومات کې د ماښام د لمانځه نه وروسته خپل کور ته راستون شو . د کلا په لويه دروازه کې ښځې په وار خطايې او د د ژړا نه په ډک غږ ورته وويل :
_ سړيه انارګل زوی مې نه راغلی، خدای دې خير کي ، څه ورباندې شوي نه وي ؟ د انارګل پلار په حيرانۍ وويل :
_ ښځې دا څه وايې، غوا هم نه شته او انارګل هم ؟ ښځې يې په داسې حال کې چې خپلې اوښکې يې د زړوکي په پيڅکه پاکولې ، د هو ځواب ورکړ او زياته يې کړه :
_ هله ژرکوه سړيه ! د زمکې نه وي که د اسمان نه، زوي مې را پيدا کړه ! د انارګل پلار په بيړه د ځان سره لګيدلی لاټين واخيست او له کوره ووت، د څو تنو ګاونډيانو په مرسته يې لومړی د غره لمنې تيږه په تيږه او ناو په ناو وکتلې ، بيا يې په کلي کې ديوه او بل د کور دروازې وټکولې خو هيچا د انارګل درک ورنه کړ. نيمه شپه په خواشينۍکورته راستون شو ، خوب يې له سترګو الوتی و تر سهاره يې شپه په ويښه تيره کړه . د غم شپه چې سهار شوه ښځې د ژړا نه په ډک غږ وويل :
_ سړيه ! رڼا زمکې ته رالوېدلې ده ، نور نو په کور کې د کېناستو وخت نه دی، چابکه لاړ شه، د زوی مړی ژوندی مې پيدا کړه. د انارګل پلار په داسې حال کې چې تګ ته يې ځان جوړاوه وويل :
_ په تګ به لاړ شم خو زمکه او اسمان مې دواړه لټولي، نور نه پوهېږم څه وکړم او چېرته لاړ شم ؟ د همدې خبرې سره سم له کوره ووت . ټوله ورځ يې بيا هم په ګرځېدو ګرځېدو تېره کړه خو د انارګل هيڅ پته ونه لګېده . د ورځې په اوږدو کې د کلي ښځې ، ماشومان ، سپين ږيري او ځوانان ټول د انار ګل له ورکېدو خبر شول ، چا به ويل:
_ کېدای شي خوارکی په غره کې لېوانو خوړلی وي چا به ويل :
_ کېدای شي له کوم کمره نه لوېدلی وي او په غره کې مړ پروت وي لنډه دا چې هر چا به له خپله انده بېلابېلې تبصرې کولې، خو هيڅوک په رښتينې توګه نه پوهېدل چې په انارګل به څه راغلي وي. دوه درې ورځې تېرې شوې خو بيا هم د انارګل درک ونه لګېده . د هرې ورځې په تېرېدو د هغه د مړينې خبره له اوازو څخه د حقيقت په لور نږدې کېده. له همدې امله به ډلې ډلې کليوال د غمرازۍ لپاره راتلل او د انارګل پلارته به يې، د تسليت او ډاډ ګيرنې په څنګ کې فاتحه هم ورکوله. يوه ورځ د کليوالو په منځ کې يوه تن د خبرو اترو په ترڅ کې دانارګل پلار ته وويل :
_ماما ! نا امېده کيږه مه، که زما منې لاړشه يو ځل د ښار په روغتونونو هم وګرځه، خدای مه کړه که څه ورباندې شوې وي او کوم خيرخوا بنيادم هلته رسولی وي. د انارګل پلار چې دا خبره واورېده يو څه په فکر کې ډوب شو کله چې د راغلو مېلمنو نه وزګارشو نو اوکور ته ننووت، نو د خپلې مېرمنې سره دا خبره شريکه کړه. ميرمنې ورته په ژړغونې غږ وويل :
_ د انارګل پلاره ته لکه چې سودايي شوې يې، ښار چېرته او انارګل چېرته؟ په انارګل چې هره ټکه راغلې په همدې کلي کې ده ، لاړ شه ، بيا يې ولټوه بيا يې ولټوه، هرو مرو يې مړی ياژوندی پيدا کيږي ... دانارګل پلار په دې پوره باوري و چې نور يې نو زوی په کلي کې نه شته ، له کوره يې رخصت واخيست او نېغ د ښار په لور وخوځېده، ماسپښين مهال ښار ته ورسېده، لومړی يې د ښار په عيدګاه جومات کې لمونځ اوبياد ښار لوی روغتون ته ورغی. د روغتون په دروازه کې يې، د روغتون د يوه کارکوونکي نه ، د لا وارثه مړي، ژوندي پوښتنه وکړه، هغه لاس نيولی د ځان سره بوتللو او د يو ماشوم کټ ته يې ودرولو.د روغتون کارکونکي ورو ورو دماشوم له مخ نه څادر پورته کړ : د انار ګل پلار چې ما شوم وليد ، سمدلاسه يې په زوره چغه کړه :
_ اخ ! دا خو زما زوی انارګل دی ... د روغتون کارکوونکي له ډاډګيرنې وروسته ورته وويل :
_ کاکا ښه دی چې راغلې ، ستاسو ماشوم لا پرون په حق رسيدلی خو داچې وارث يې نه و معلوم موږ تر ننه پورې ساتلی، تاسو کولی شی اوس دخپل ماشوم زوی جنازه يوسئ. الله دې وبښي ! او تاسو ته دې الله د زړه صبر درکړي د انارګل پلار په ژړا ، ژړا سورې او نارې پيل کړې :
_ نه نه ، تر هغو يې جنازه نه وړم ، څو مې د خپل زوی قاتل نه وي پيدا کړی، هله ژرکوئ ، ووايئ ، ووايئ ! زما زوی چا ژوندی په اور کې سېزلی ..... زه به دخپل زوی قاتل ژوندی پرې نه ږدم ... دروغتون کارکوونکي په ډېره ارامه لهجه ورته وويل :
_ کاکا ستاسو زوی په لومړی ورځ خبرې کولې شوې . موږ ورنه دسوزېدو د علت پوښتنه وکړه : هغه راته په ځواب کې داسې وويل :
_ غوا مې د غره لمنې ته د څر لپاره بيولې وه ، هغه رانه هلته چا پټه کړه د پلار له وېرې کور ته نه شوم تللی، بله چاره مې نه لرله، له مجبورۍ ورځې مې ځان ته اور واچاوه چې ناڅاپه يو کس راغی، له مانه يې اور مړ کړ او زه يې په خپل موټر کې نيم سوی د ښار دې روغتون ته راورسولم.
احسان ارینزی
احسان الله ارینزی دحاجي محمد عمر زوی د ۱۹۵۴م کال په مارچ کې په کابل زاړه ښار کې زيږېدلی. لومړنۍ زده کړې په په غازي محمد ایوب خان ښوونځي کې وکړې او د لېسې دوره یې په عمر شهید لېسه کې. د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي په ۱۹۷۷ کال فارغ شو. بیا په صنعتي پراختیا بانک کې مامور شو. د کورنۍ جګړې په وخت پېښور ته بې ځایه شو. په ۲۰۰۱ کال کې د نوي اوښتون په راتګ بېرته کابل ته لاړ او د اریانا خصوصي تلوېزون مشر شو. د افغانستان جمهوریت ترسقوط وروسته هالینډ ته کډوال شو.
ارینزی د پښتو لنډو کیسو لیکوال دی. چې کیسې یې دافغاني چاپیریال د ژوندانه بیان دی. او په بېلابېلو موضوع ګانو یې لیکلي دي.
چاپ اثار: د مینې افسانه(ژباړه)/ شلیدلي تارونه (لنډې کیسې) / وږی مین د عزیز نسین څلوېښت کیسې( ژباړه)/ سیل(لنډې کیسې)/ د ادبیاتو هدف( د ګورکي داستانونه)/ د ښادۍ بدلې/ تند(کیسې)/اسیايي هېوادونه/ افریقايي هېوادونه/ نښه (لنډې کیسې).
فراري
سره له دې چې زما عمر دوولسو کالو ته رسېدلی و، بیا هم د خپلې مور له خوږې غیږې څخه نه لیرې کېدم. ښه مې په یاد دي، هغه ورځ ما د خپلې مور غیږ ته پناه وړې وه چې، د اوښکو تروه مزه مې وڅکله. کله مې چې سترګې پرانېستلې، مور مې ورو-ورو ژړل او روڼې اوښکې یې په سترګو کې له ورایه ځلېدې.
زه وبېرېدم، ناڅاپي مې د مور له غیږې څخه ټوپ کړل او پوښتنه مې وکړه:
-ولې مورجانې، څه ټکه رالوېدلې ده، چې داسې اوښکې تویوې؟
هغې څه ونه ویل او بلې خوا ته یې وکتل، خو ما راټینګه کړه او بیا مې وپوښتله:
-ولې ژاړې مورې، ما ته ووایه، چې زړه مې چوي.
دا ځلې هغې په ژړغونې اواز ځواب راکړ:
-جنګ دی بچیه!
سره له دې چې زه مې د خپلې مور د خبرې په ټوله مانا پوه نه شوم، خو دهغې کرارې ژړا د یوه ترخه واقعیت منلو ته اړ کړم.
درې ورځې وروسته، موږ د کلي له جنګیالیو سره د خدای پامانۍ لپاره راغونډ شوي وو. نور ډېر کلیوال هم هلته حاضر وو. له هر کور څخه یو سړی له روسانو سره د سترې جګړې لپاره چمتو شوي وو.
له کلي څخه اوږده کږلېچنه لار، په غره کې د جنګیالیو غازیانو د پوځي اډې خواته غځېدلې وه. هلته د نورو کلیو جنګیالي هم راټولېدل او بیا د دوښمن په نویو اډو د حملې لپاره روانېدل، هلته داسې ګونګوسې وې، چې ستره او اوږده جګړه په مخکې ده.
څو شېبې وروسته دېرش، پنځه دېرش ځوانان او پاخه سړي له خپلو ماشینګڼو سره د غره په لور وخوځېدل، ځينو څو څو ځلې شاته راکتل او خپل لاسونه یې خوځول.
زما پلار د تګ په وخت کې زما مور له نورو خلکو څخه بېله کړه او ورته وې ویل:
-تګ ته مې هیڅ زړه نه کیږي...دا ډېر لوی جنګ دی...پښې مې سمې نه ځي...کشکې نه وای تللی!
مور مې په تونده لهجه ورته وویل:
-داخبرې ستا له خولې سره بدې ښکاري. کشکې دا خبرې مې له تا څخه نه وای اورېدلې...دا ومنه که زه نارینه وای، ځان به مې لس ځلې په دې جنګ کې وژلای وای....
پلار مې شاوخوا وکتل او ورو غوندې یې وویل:
-دجنګ خبرې خوږې دي، خو شېبې یې ترخې دي. اوس خو دا خبرې کوې، خو که ته رښتیا زما په ځای وای، بیا به دې بلشانې فکر کاوه... ګلدوست اکا وايي، څوک په کې خانان شول، د چا لاړې ارتینې په کې!...
خدای ښه پوهیږي، چې زما د مور او پلار مرکې به څومره دوام کړی وای، که د سر ګروپ اواز نه وای جګ شوی:
-شاه ګله مرکه لنډه کړه، چې ناوخته شو!
ما د ګروپ لار څارله. دوی په یوه کتار کې ورو ورو خوځېدل او په مخ تلل. نیمه ګېنټه وروسته ټول جنګیالي له سترګو څخه الونیه شول او په غونډۍ واوښتل.
سپین سرو او ځوانو ښځو بیا د دوی ټولو لپاره د دعا لاسونه پورته کړل او په داسې حال کې چې ځينو لا هم ورو ورو ژړل، خپلو کورونو ته ستنې شوې.
په چینو کې اوبه د پخوا په شان راخوټېدې. د لمر زرینې وړانګې همغسې راپرېوتې او مرغانو د پخوا په شان سندرې بللې. خو لږ کسان ورته هوسېدل. په کلې کې هرڅه بدل شوي غوندې ښکارېدل. ډېر نارینه جګړې ته تللي وو او ځينې نور په غره کې د جنګیالیو په اډه کې پراته وو. له کلي څخه د مستیو او خنداګانو کډې بار شوې او په ځای یې چوپتیا، غم او وینو اړولي وو.
یوه ورځ جومات ته د ګل خان لیک راورسېد. ګل خان هم په هماغه لومړۍ ډله کې تللی و. دا په تېرو دوه درې میاشتو کې د پردېسیو لومړنی لیک و. ګل خان ویلي و چې کلیوال ټول روغ رمټ دي او لیکلي یې و چې غلامي، نبي او جمال ډېره توره کړې او د ټولو سرونه یې هسک کړي دي، لکه چې دا درې واړه هلته ټپیان شوي وو.
لوستونکي بیا نور لیک په پټه ولوست، دوه درې ځلې یې شاوخوا وکتل او د ګل خان او نورو انډيوالانو سلامونه یې خپلو خپلو کورنیو او انډيوالانو ته ورسول.
دا وخت دوه دریو کسانو هڅه وکړه چې لیک ترلاسه کړي، خو ملا صیب هغه په جیب کې کېښود او د اذان لپاره پاڅېد.
-الله اکبر-الله اکبر
ماښام و چې زه کور ته لاړم. که ګورم چې د مور سترګې مې تکې سرې اوښتي دي او ژاړي. ما غیږ ځنې چاپېره کړه:
-ولې مورې، بیا څه شوي دي، چې ژاړې؟
هغې هیڅ ځواب رانه کړو او همغسې یې ژړل. ما ورته وویل:
-مورې... نن د ګل خان اکا او زما د پلار او نورو کلیوالو خط راغلی و. ملا صیب ټولو ته ولوست. نبي، غلامي او جمال ټپیان شوي دي، نو ته ولې ژاړې؟ زما پلار خو شکر دی جوړ دی.
په داسې حال کې چې زما د مور ژړا نوره هم زیاتېدله، وې ویل:
-کشکې ستا پلار هم ټپي شوی وای...کشکې مړ شوی وای، زما او ستا سترګې به یې په ټولو کلیوالو کې جګې کړې وې....
زه هک پک ولاړ وم، چې مور مې ولې دا خبرې کوي. په چرت کې ډوب شوم. دا وروستۍ پنځه شپږ ورځې هغه ډېره خپه وه. ډوډۍ یې نه خوړه، رنګ یې ژیړ شوی و او تل به یې سترګې سرې سرې ښکارېدې. زه ایله اوس پوه شوم، چې هغه ژاړي....
دا وخت په کلا کې د پاده وان غږ شو او زه د مال خوندي کولو لپاره ورغلم.
ماښام قضا و، چې بېرته کوټې ته ستون شوم، ناڅاپه مې د مور توندې خبرې واورېدې.
-ډوډۍ په تا حرامه ده... ته کله په حلاله ډوډۍ ارزې؟
زه سمدلاسه غلی ودرېدم او غوږونه مې څک کړل:
-تا داسې کار نه دی کړی، چې زه به چاته جګ وګورم. تا زموږ سترګې د تل لپاره ټيټې کړې، تا ټولو ته وشرمولو.
زه لا نه وم پوه شوی، چې مور مې له چا سره خبرې کوي او دا ولې دومره په غوسه ده.، ما ویل دا څوک دي، چې دومره سپکو سپورو ته یې غوږ نیولی دی او هیڅ نه وايي.
دومره پوه شوم، چې کوم بد کار شوی دی. یوه ټکه رالوېدلې ده او یو پېغور راته جوړ شوی دی. ناڅاپه مې یو فکر د برېښنا په څېر په ماغزو کې وځغستل:
-نه چې پلار مې راتښتېدلی وي!؟....
دې پېښې زما پښې کرښتې غوندې کړې، زړه مې ټوپونه ووهل او په سترګو کې مې اوښکې راپیدا شوې. بیا مې د خپلې مور خبرې واورېدې:
-زما او ستا په پلار نیکه کې خو چا داسې بې غیرتې نه وه کړې. تا دا چم چېرته او له چا څخه زده کړ؟
لکه چې کوم نارینه هم څه وویل. مګر اواز دومره کمزوری او ټيټ و، چې ما هیڅ وانه ورېدل.
مور مې بیا هم ژړل.
-دې ټولو ته دې وشرمولو. زه به د ښځو له پېغور څخه اوبه شم... او زوی به مې تر مرګه پورې چاته جیګ ونه شي کتلای...داسې بې غیرتي دې خدای د چا دوښمن ته هم نه ورپېښوي. نن وي که سبا وي، خلک خبریږي، یا به څوک راشي او یا به خط راورسیږي، چې شاګل له جنګ څخه تښتېدلی او کور ته تللی دی. ته به تر کله پورې دلته پټ ناست یې؟...
اوس نو زه په موضوع پوره پوه شوم. په سترګو مې توره شپه شوه، سرمې وچورلېد او د کلي د ملا د پرونیو کړو په مانا پوه شوم، چې مازیګر یې د ګل خان د لیک لږه برخه ونه لوسته او شاوخوا یې وکتل. زه ایله اوس پوه شوم، چې کله د ملا صیب سترګې په ما ولګېدې، لږ چورتي غوندې شو.
زما خپلې مور ته ډېره خوا بده شوه. په ځان مې هم زړه وسوزېد. ځان راته بې غیرته او د پېغور وړ ښکاره شو. ټول وجود مې په خولو کې لوند شو. زړه مې وغوښتل، چې په خپل پلار ګولۍ وچلوم....
بیا مې د خپلې مور ژړا او خبرو ته ځير شوم:
-زه دې نور په کور کې نه شم پټولای. دا بې غیرتي ده. په وطن مو روسان راوښتي دي. خلکو د روسانو د مخنیوي لپاره د وینو سیلاب جوړ کړی دی، خو ته جبهه پرېږدې او کورته راتښتې... زما پړونی د لوېدو په حال کې دی خدایه....
د مور خبرو ډېر په غوسه کړم. زړه مې وغوښتل، چې کوټې ته ورودانګم او خپل پلار تر ستوني ونیسم. زړه مې وغوښتل چې هغه لویه چاړه د هغه په ګوګل کې ښخه کړم، چې د مور زړه مې پرې يخ شي.
بیا مې هم د خپلې مور اواز ترغوږه شو:
-زه همدا اوس کلي ته وځم او نارې وهم چې یه خلکو! زما شاګل راتښتېدلی او کور ته راغلی دی. خلک هسې هم خبریږي، دا به ښه وي، چې زه یې خبر کړم.
نور مې زړه پړق چوي. که زه دا کار ونه کړم، سبا به د کلي ښځو ته د جګېدو سترګې نه وي راپاته... زه نور دا د ټيټو سترګو غلا نه شم کولی. ستا تېښته یو شرم دی او دا چې ما په کور کې پټ کړی یې دا بل شرم دی....
دا وخت زه هم د کوټې په دروازه ورننوتم. پلار مې په هغه کونج کې ډېر بېچاره ناست و. د کوټې په مخامخ دېوال ماشین ځوړند و. زه ماشین ته ځير شوم او زړه مې وغوښتل چې هغه لوی جاغور یې په خپل پلار تش کړم. مورو پلار مې هم ماشین ته ځير شول. پلار مې ورو وژړل او وې ویل:
-نور مې مه ځوروه ستا خبرو لکه د توري ګوزارونو داغ داغ کړم، زه همدا اوس بېرته روانېږم.
زما د مور وچولی وغوړېد:
ځه خدای دې په مخ توره شپه کړه، ته د دوعا لیاقت نه لرې.
پلار مې بیا هم وژړل:
-بس کړه نو، زه ځم او ترڅو چې ژوندی یم، بېرته نه راځم.
مور مې خپل پړونی په سر سم کړ او خوشاله غوندې شوه:
-کشکې ته داسې وکړې، په ما او په ځان او په خپل اولاد ورحمېږه، په همغه لاره چې راغلی یې، بېرته ستون شه خو پام چې څوک دې ونه ویني.
څو شېبې لا نه وې تېرې، چې پلار مې ماشین پورته کړ او بې له خدای پامانۍ په بیړه له کوره ووت او مصمم روان شو.
اسیرمنګل
عصام الدین چې په اسیرمنګل پېژندی شي، په ۱۹۵۵م کال د پښتونخوا په ټل کې زيږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې په ټل کې وکړې. بیا متحده عربي اماراتو ته مساپر شو، خو بېرته راغی او پاتې زده کړې یې تر پښتو M.A پورې پوره کړې. بېلابېلې فرهنګي دندې یې ترسره کړي او اوس په پوسټ ګریجویټ کالج نوښار کې د اسیسټنټ پروفیسر په توګه استاد دی.
اسیر منګل، د پښتو غزل او ازاد نظم ښه شاعر او د څېړنې، لنډې کیسې، ناول، سفرنامې او ډرامې ښه لیکوال دی. خو دلته یې د لنډې کیسې د لیکوال په توګه معرفي کوو. ده د خپل چاپيریال په پښتو لنډو کیسو کې په ښه توګه انځور کړی، چې کیسې یې د پښتني محیط د نادودو او نا خوالو استازي کوي. ده کیسې لیکلي هم دي او لروبر پښتانه کیسه لیکوال یې هم معرفي کړي او کره کتنه یې پرې کړې ده.
دده دا کتابونه خپاره دي:
کوژدن( ډرامه) / ترله (ناول)/ د کورمې په غاړه( لنډې کیسې) / شګوکې رګونه ( سفرنامه)/ ټل او کورمه(تاریخ)/کهسارو کې یه لوګ(دطاهر اپريدي د پښتو ناول اوردو ژباړه)/ د پښتو افساني سلکلن بهیر/اېشمه(شعر) / سویلي رنګونه(تذکره).
مماڼه
مماڼې د ښار په مشهور چوک کې خیر غوښتلو ته لاس نیولی و، چې دې کې د سړک په غاړه د ګل جي تور، اوږد او پلن موټر یې سهي کړو او د هغه ځای نه یې خپلې پښې سپکې کړې. هغې په وارخطایۍ کې شاته یو دوه ځله وکتل، یو څو کسانو سره یې ډغره هم ووهله. کله چې هغه په ګڼه کې په یو تنګ بازار ورننوته؛ نو لږه ساه یې واخیسته. دلته د یو ورکوټي جومات مخې ته کېناسته، یو کلن ماشوم یې تي ته واچاوه او چې ځانته یې خیال شو، یو چپل یې هم د پښې نه وتی و. د چپل په چاپتي کېدو هغه غرېو ونیوله او د ګل جي کسانو ته په ښېرو او په کنځلو سر شوه.
مماڼې هغه وخت هم خیر غوښتو، چې کله هغه د دولس، څوارلسو کالو ماشومه وه. په همدغه چوک کې به هغه خپل نابینا پلار سره ناسته وه، ګل جي به هره ورځ دلته راتلو او دې له به یې څه نا څه خیرات ورکولو؛ خو ددې شتمن سترګې په خپله هم وږې وې او هغه د څه ورکولو په لالچ کې د څه غوښتلو په تمه و. مماڼه چې کله د سوداګر په نیت پوهه شوه؛ نو ددې سودا د قبلولو نه یې انکار وکړو، ګل جي خپل پوره وس وکړو، چې دغه ګل د خپلې حجرې په یوې کمرې کې ولګوي، خو مماڼه چې د چا په نامې وه، د پنځلسو کالو په عمر کې د هغه کور ته په سره ډولۍ کې لاړه.
ګل چې په خپله دوه جریبه حجرې کې کټ ته ډډه لګولې وه او د چیلم نه یې شنه لوګي پورته کول، ګیرچاپېره د نوکرانو او خوشامندګرو لښکر ګرځېدو راګرځېدو، یوه نیمه خدمتګاره ښځه به هم راښکاره شوه، چې د ګل جي کور نه به حجرې ته راغله او کله نا کله خو به د ښځو شمېر د سړیو نه سېوا شو. خلکو به ویل چې، د ګل جي سړیو نه ښځې ډېرې خوښې دي. ځينې نوکران چې به وزګار شول، نو خپلو کورونو ته به تلل او ځينې دلته پاخه دېره وو، چې په کې ځينې بې موره، بې پلاره ښځې او سړي هم وو. د ګل جي د کور اندازه نه لګېده، چې په څو جریبو خور و، ولې د حجرې نه ښه لوی و.
دا حجره په خپله ځانته یوه لویه دونیا وه، چې نه په کې د ګلونو کمی و او نه د رنګونو. یو خوا ته که د اعلی نسل فارمي غواګانې تړلې وې؛ نو بل خوا ته د مېښو او اسپو کمی هم نه و. د ګل جي سورلۍ دپاره د ښکلیو او اعلی موټرونو هیڅ نشتوالی نه و، خو هغه به ویل چې د بګۍ سورلي د پاچایانو سورلي وي. او هغه به په مازیګري کې کله نا کله په خپله خصوصي ټانګه کې د ښار چکر لګولو.
نن ګل جي ډېر زیات بې طبیعته و. د چرسو او افیمو ټرکونه یې ګېر شوي وو. زړه یې غوښتل چې نن خو د چرسو په ځای پوډر وڅښي؛ خو بیا یې دا اراده پرېښوه او په چرسو یې ځان ښه خمار کړو. په اخري کش کې چې ټوخي ونیو؛ نو یو نوکر ورته د مماڼې کیسه وکړه او هغه داسې محسوسه کړه ، لکه چې په یوه رنګینه شپه کې یې د انګورو اوبه څښلې وي او د ځان سره لګیا وي.
مماڼې ووایه، زه نن شپه تاته څه ډالۍ کړم؟
د خداي خاطر وکړه، چې ماته رالنډ نه شې. مماڼې لکه د ترهېدلې هوسۍ ووی او بیا هغه هره حربه استعمال کړه، خو دغه وړیا شراب یې تر ستوني تېر نه کړل. سره د خپل ټول طاقت او بې شمېره وسیلو په خپله حجره کې داسې اریان دریان پاتې شوی و، لکه چې د چا د لاسو نه نیولی مړز الوتی وي.
هغه، مماڼه راغلې ده، ګل جي لکه چې د خوب نه راويښ شوی وي او نایکه! هم نن مې سهي کړې وه، نوکر یې په ځان ګوتې ووهلې؛ لکه چې ډيلی یې فتح کړی وي.
-مماڼه چې کله په سره ډولۍ کې کېناسته، نو د خوشالۍ یې څه حد نه و، هغه اوس د خیر غوښتلو نه خلاصه وه، مېړه یې غریب ضرور و، خو هغه یو ځوان زلمی و. په سټه تندرست و، د هر قسم مزدورۍ نه یې ډډه نه کوله. د مماڼې یې ډېر خیال ساتلو او هغې داسې محسوسوله، لکه چې اصلي ژوندون یې اوس شروع شوی وي.
څه موده پس چې د مماڼې پلار په حق ورسېدو؛ نو خاوند یې ښار نه وطن ته د تلو تابیا وکړه. ښځه او خاوند دواړه خوشاله خوشاله خپلې خاورې ته لاړل. یو څو میاشتې یې هلته ډېرې ښې تېرې شوې، خو چې کله په وطن د جنګ لمبې راخورې شوې؛ نو هم په دغو ورځو کې د مماڼې غیږه ډکه شوه، خدای پاک ورله د ګل غوندې زوی ورکړو، ولې بل خوا د جنګ په بټۍ کې یې د خاوند سر هم ویلي شو او هغه یو وارې په اوښکو او سلګیو سره ښارته راغله او خیر غوښتلو ته کېناسته.
-دا ظالمه واده شوې نه وه؟ ګل جي د ډېر ژور سوچ نه پس ووی.
-واده شوې وه نایکه. اوس یې په غیږ کې یو ماشوم هم دی.
-دا ته څه په ګډوډو سر شوې سړیه! ګل جي په پرېشانۍ د کټه پاڅېدو.
-خو نایکه د ښار خوند چې څوک واخلي، هغه بیا کلیو کې وخت نه شي تېرولی.
-او دادې ټیک ووی، ګل جي د ځان سره موسکی شو.
-دمماڼې خوارې د خپل سر خوړلي مېړه نه علاوه په دې دونیا کې څوک هم نه و او که څه خپل خپلوان یې وو هم، هغوی ورنه مخونه اړولي وو او مماڼه اوس د ښار سره نزدې د یو باباجي په زیارت کې د نورو بېوزلو ملنګانو سره دېره وه. د هغې یوازینۍ هیله اوس همدغه د تي ماشوم و. کله به چې هغې خپل د ژوند ملګری یاد کړو او په چغو چغو به یې وژړل، نو د زیارت ملنګانو به هغه په دې غلې کړه چې هغه ییله کونډه نه ده. دلته دغسې بې شمېره کونډې رنډې د وخت ناکردو ته ناستې دي او اوس دې غم سره خلک بلد شوي دي. دا د باباجي زیارت دی. دلته بلا ډېر نر او ښځې کال دولس میاشتې پراته وي. د باباجي لنګر نه ورته څه دال پیتی ور رسي او دې ځای کې چې څوک اوسي، نو هغه ځان د باباجي ملنګ ګڼي؛ خیر که هر چرته ټولوي، خو خپله پېژندګلوي د باباجي سره کوي. مماڼه اوس د بابا جي ملنګه وه . کله چې هغه دلته راغلې وه، نو د هغې د ځوانۍ او د ښایست یو غږ خور شوی و، هغه که هرڅومره په خیرنو خیچنو جامو کې ګرځېدله، خو لال په ایرو کې کله پټيږي!
مماڼه یو ګل وه. یوه وږمه وه، د هغې د حسن وږمو، چې کله د زیارت د مینجور سپېږمۍ ووهلې، نو هغه داسې محسوسه کړه، لکه چې د مینې زوکام یې شوی وي. یوه ورځ یې مماڼې ته ووی:
ته څه له بهر بازارونو کې خیر غواړې، همدلته ناسته وسه؛ تاته به هرڅه در رسي.
خو مماڼه د وخت له ژرندې نه راوتې سپوږمۍ وه. هغه په هرڅه پوهېدله او هغې د منجور د هر وړاندیز نه انکار وکړو. ولې هغه یو کمزوری بنیادم و. بیا یوه شپه هغې د منجور په مضبوطو لاسونو کې لکه د کمزوري څاروي داسې کېوتې وه، چې هیڅ ړق یې نه شو وهلی.
د مماڼې خپله ځواني دوښمنه وه او د هغې ښایست د هغې دپاره سور اور و، چې یو ځای یې نه پرېښوده. هغه یوازې د ګل جي او مېنجور په نظر کې نه وه، هغه به چې چرته لاړه، هلته به ورته څوک نه څوک د ګل جي او د مینجور په شکل کې راښکاره شول. خو څه یې کړي وای، هغه یو ژوندی بنیادم و، که هر څنګه وه، شپې او ورځې یې لنډولې.
هغه نن یو وارې بیا د خدای په اسرې د ښار مشهور چوک کې خیر غوښتلو ته ناسته وه. ورسره خوا کې د یو نوراني مخ سپینږیري بابا هم لاس غځولی و. کله چې د ماښام لړې خورې شوې، هر چا د خپل کور مخه ونیوله. مخامخ د پیپل په غټه ونه کې چڼچڼو یو شور جوړ کړی و او د هرې مرغۍ دا کوشش و، چې د شپې تېرولو په غرض ځانله یو څانګه کې ځای ونیسي. خو د مماڼې ځای چرته و. هغه حقه حیرانه وه، چې په دې لوی ښار کې به هغه اوس چا کره ځي. سپینږیري باباجي، چې د کور د تلو اراده وکړه، نو مماڼې ته خپل پلار را یاد شو. د هغې سترګې لمدې شوې او په غریو نیولي اواز یې وویل:
-باباجي ته ماته داسې ښکارې لکه خپل سکه پلار...
-ښه دې ووی لورې! زما هم در باندې د خپل لور سترګې خوږې شوې... باباجي په پاڅېدو کې ووی:
-زما یوه بوډۍ ښځه او بله ستا په شان ځوانه لور ده...
-باباجي زه نن شپه تاسو کره ...
-بابا جې د مماڼې په مطلب همغه وخت ورسېدو، ولې نه ... ولې نه!
مماڼه چې کله باباجي سره کور ته روانه شوه، نو څه ګوري چې یو لوی سرای دی. ځای په ځای کنډرې دي؛ لکه د مقبرې خاموشي خوره ده. سپینږیری وړاندې او مماڼه ورپسې. کله کله به مماڼه وېرېدله؛ لږه پښه نیولې شوه، خو چې کله د بابا جي په ښکلې څېره کې به ورته خپل پلار راښکاره شو، نو زړه به یې ټینګ شو.
څه شېبه پس هغوی یوې بندې کوټې ته ودرېدل. د مماڼې زړه ودرزېدو. بابا جي ور ایله کړو. بجلۍ یې بله کړه او بیا یې ووی:
لورې ته دلته کېنه، چې زه درته خپله بوډۍ او لور راولم.
-مماڼې په وېره وېره ووی: هغوی چرته دي؟
-هغوی دې بل کور کې دي، ته خپه کېږه مه، دا خپل کور وګڼه.
سپینږیری بابا لاړو. مماڼه لږه ساه صورت شوه، خپل ماشوم یې تي ته واچولو. څه موده پس یو ځوان سړی کوټې ته راننوتو. مماڼه زر پاڅېده غوني یې زیږ شول. په خوله کې یې لاړې وچې شوې. سړي راننوتو سره سم ور بند کړو. په مماڼې سر وګرځېدو او وې ویل، ته څوک یې او دلته څه له راغلی یې؟
ځوان سړي خپله سپینه ږیره او د سر سپین ويښته په مېز کېښودل او د یوې شیطاني خندا سره یې په مماڼه ورټوپ کړل او بیا ټوله شپه نه چا د مماڼې چغې سورې واورېدې او نه د ماشوم ژړا او دا هم د ژوند یوه ترخه شپه وه، چې د قیامت نه کمه نه وه. مماڼې په سور اور تېره کړه.
سهار وختي هغه، چې د هغه ځای نه راووته، نو په منډو سر شوه. د هغه په زړه او ذهن درې خپسې خورې وې:
ګل جي، مینجور او سپین ږیری باباجي.
زړه کې یې تېر شول، چې دې ژوند نه خو مرګ هم ښه دی. هغې د ځان وژنې زیار وکړو؛ خو دا هم ورته ډېر ګران کار ښکاره شو. هغه یوه ځوانه جانه ښځه وه او بې کچه ښکلې هم وه، خو ورسره بېوزله هم. د ژوند ملګري ورنه ډېر بې وخته سترګې پټې کړې وې. هغې چې د خپلو ترخو تجربو په رڼا کې خپل تریخ ژوند ته وکتل، نو لکه وېرېدلې هوسۍ یې د ګل جي په حجرې ورمنډه کړه.
خلک وايي، چې مماڼه اوس خیر نه غواړي هغه د ګل جي د ګملې یو داسې ګل دی، چې وږمې یې په ټوله حجره کې خورې وي.
محمد زوبیر شفیقي
محمد زوبیر شفیقي په ۱۹۵۸م کال د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د خوات درې په اله خېلو کې زیږېدلی. په ۱۹۷۷م کال له بمبايي لېسې فارغ شو او په کانکور ازموینه کې د کابل پولتخنیک ته بریالی شو. خو په افغانستان د د رژیم د بدلون له امله بې ځایه کېدو ته اړشو. پېښور ته لاړ او د مجاهدینو له لیکو سره یوځای شو. څو ځل د پېښور د مجاهدینو په ډلو کې بېرته وطن ته راغی او جهاد یې وکړ، خو ورسره په پېښور کې یې هم د اسلامي حزب(حکمتیار) او مولانا جلال الدین حقاني په فرهنګي کومېټو کې دندې ترسره کړې دي. کله چې په ۲۰۰۱ کال په افغانستان کې نړۍ والو مداخله وکړه او د طالبانو رژیم راوپرځول شو، دی په پېښور کې د سهار په نامه دیوې پښتو- دري ورځپاڼې مشرچلوونکی و. څو کاله یې دلته کار وکړ او بیا په ۲۰۰۶کال کې بېرته وطن ته راستون شو. دلته یې د ویسا په نامه یوه خپلواکه ورځپاڼه خپرول پیل کړل، چې د افغانستان جمهوریت تر سقوط یې دوام وکړ. ویل کیږي چې دی هم اوس په کوم لویدیځ هېواد کې کډوال شوی دی.
شفیقي د لنډو کیسو، داستاني طرحو، جهادي تکلونو، سفرنامو او راپوتاژونو ښه لیکوال دی. شاعري یې هم کړې او د اوردو ژبې د نامتو پاکستاني لیکوال نسیم حجازي ۱۵ ناولونه یې ژباړلي. چې له دې امله دی له اوردو نه پښتو ته د داستاني ادب نامتو ژباړن هم باید وګڼل شي.
اثار: دجهاد زمزې ( شعر)/ د وینو سوغات( شعر)/ په چک او دایمرداد کې اسلامي پاڅون/ د نیسم حجازي ۱۵ سرلیکه ناولونه( نومونه یې د ژباړلیو ناولونو په برخه کې وګورئ).
دوې خربوزې
کله چې موټر له کنډو واوښت، هغوی له اټکل سره سم له پوستې نه راووتل او د موټر مخې ته ودرېدل. یوه یې کلاکوف د موټر مخکیني سېټ ته برابر ونیو اوپه غوڅو غوڅو جملو کې یې چغې کړې: ایستاد! ایستاد! تلاشي.
ډرېور د هغه مخې ته موټر ودراوه او دوهم تن یې یو ځل شنې شنې سترګې سر ترپایه په موټر وزغلولې او بیا یې له شا څخه د موټر د پلټلو او لوټلو لپاره موټر ته د ختو هڅه وکړه. په دې کې یو تن هډور ځوان چې مخ یې ګڼې تورې ږیرې پوښلی و او ګڼو تورو ورځو او غټو غټو سوربخنو سترګو یې څېره لا جذابه کړې وه په خپلو له ويښتانو ډکو او غټو غټو لاسو کې یوه غټه خربوزه پورته کړه او دسر په ښورولو یې روسي ته د اخیستلو اشاره وکړه.
روسي چې په هغه سترګې ولګېدې. زر زر څو ګامه په شا لاړ او د دوشمن دوشمن کلیمې یې له خولې ووتې، هغه بل هم د سړک په غاړه یوې لویې ډبرې ته ځان واچاوه او د موټر باډۍ ته یې سر راوچت کړ. په باډۍ کې ولاړ ځوان چې هغسې یې خربوزه په لاس کې نیولي وه په خندا خندا روسانو ته غږ کړ، دوست – دوست او بیا یې یو ځل بیا د لاس په اشاره د خربوزې د اخستلو لپاره وهڅول.
د روسي څو نامانوسه کلیمې له خولې څخه ووتې او بېرته دوه درې ګامه د موټر خواته ورغی، په داسې حال کې چې په موټر کې په سپاره ځوان یې سترګې ښخې کړې وې، څو شېبې چوپ پاتې شو، بیایې شونډې وڅټلې او د خربوزې د خوړلو هيله پرې زور شوه، هغه کس ته یې په لاس اشاره وکړه چې خربوزه ورواچوي. هغه هم بې له ځنډه د لاس خربوزه ورو- ورو خوشې کړه. روسي خربوزه ونیوله او د سرک په غاړه یې کېښوده.
په دې وخت کې له مقابل لوري یو بل موټر راغی، روسي د سرک خواته شو او موټر تېر شو. چې ترشا یې د موټر باډۍ ته وکتل نوموړي ځوان یوه بله غټه خربوزه هم تیاره په لاس کې نیولې وه. دا ځل تر شا ناست روسي هم راپاڅېد اود خربوزې په تمه له هغه بل سره یوځای د خربوزې نیولو لپار ودرېد. پاس ځوان ورو څه وویل او خربوزه یې د دواړو ترمنځ خوشې کړه.
درب شو، چې له پاسه درې څلورو تنو په روسانو ورټوپ کړل. بې له دې چې د پوستې دننه روسان دباندې راووځي، دوی دواړه یې ژوندي رالاندې کړل او دیوه مجاهد د اوږې راکټ له خولې څخه د اور دوه درې سکروټو د سرک پرغاړه له کوټې او ټانک څخه تور لوګي پورته کړل. دسړک پرغاړه دوې غټې غټې خربوزې د تورو لوخړو په منځ منځ کې د ژیړو په څېر تر سترګو کېدې او د مجاهدینو موټر ورو ورو د غره په ډډه کې په کاږه واږه توربخن سرک تر سترګو پنا شو.
فاروق سرور
فاروق سرور د ۱۹۶۲م کال د مۍ میاشتې په ۲۵مه نېټه د کوټې د لورلايي په شاکرېز سیمه کې زوکړی دی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په خپله سیمه کې وکړې او بیا یې په انګلیسي کې تر BA وروسته MA واخیسته او د کوټې په راډيو سټېشن کې مامور شو. تر دوه کاله ماموریت وروسته یې استعفا وکړه او وکیل شو. په جنګ او بلوچستان ټایمز اخبارونو کې یې څو کاله د کالم لیکونکي په حیث هم دنده ترسره کړې ده.
فاروق سرور د پښتو د نوې لنډې کیسې نامتو نوم دی، چې د لویدیز ادب مطالعې یې دا فن نور هم ښه ځلولی او کیسې یې د ډېرو د خوښې دي. دی کالمونه هم لیکي او په ډرامو کې یې هم برخه شته، خو زیات وخت یې په کیسو لیکلو تېرشوی دی.
چاپ اثار:
لنډې کیسې: درپه / تنده / لېوه/ سکروټې / ګرګۍ کږه / ماڼو / سګوان (ناول)/ندی کی پیاس(د اوردو کیسو ټولګه)/ ادب سیر( د کالمونو ټولګه)
ښار ناپرسان
هغه چي مړي وکړي ، نو ډېر خوشاله وي چي زړه به يې خوري. په ښار کي به هغه د ځناورو زړونه رانيول ، د خوند خوراک يې و او خوړل به يې. جنګ ، بمونو او ترهګرۍ هر څه تباه کړل. زړه د هغه ضرورت و، خوند يې لېونی کړی و، ځکه يې انسان بهتر وګاڼه. دا رنګه يو دوه درې بلکې هر وخت به يې قتلونه کول او اوښکې به يې هم بهېدلې. په دې نه چې ضميریې تنګوي بلکې لانجه دا وه چې د انسانانو زړونه نه وو.
نورالامین یوسفزی
نورالامین یوسفزی د ۱۹۶۲م کال د جون په ۲۱مه نېټه د پښتونخوا د صوابۍ په شاه منصور سیمه کې زیږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې وکړې. لسم ټولګی یې له زیدي های سکول نه پاس کړ. په ۱۹۸۹م کال یې په اوردو ژبه او ادب کې MA وکړه او په ۱۹۹۹م کال یې په پښتو ژبه او ادب کې هم MA ولوسته. په ۲۰۰۵م کال یې په پېښور پوهنتون کې ایم ایډ سند ترلاسه کړی دی.
نورالامین یوسفزی د پښتو اوسنۍ لنډې کیسې یو اشنا نوم دی. د پښتنو د چاپيریال مطابق یې له ژوندانه سره په مهمو تړلو مسلو لنډې کیسې لیکلي، چې له امله یې په مډالونو هم ویاړل شوی. دی شاعر او محقق هم دی. خو په لنډو کیسو کې تر بل هرفن ډېر نامتو دی.
اثار: لنډې کیسې: لنک روډ/ ډډې ونې/ دا سونو باچايي/ شوکاز نوټس
شخصیت نګاري: سپېڅلي کردارونه
څېړنې: ارټ، کلچر او تاریخ(اوردو)/ پښتو، پښتون او پښتونولي( اوردو)
ماما جي
«هلکه لالا شته»، ناڅاپه دېرې ته یو سړی راننووت... سړي مخ او سر په څادر کې نغښتي وو او د ډېر هیبت نه یې په ناستو کسانو سلام اچول هم هېر شو. مونږ ناست ملګري ټول وېرې واخستو. په مېز پرتې د تاش خورې ورې پاڼې، مونږ همدغه شان پرېښودې او ټول د ژمي په دې يخ او تور ماسخوتن یو داسې مېلمه ته په کاته شو، چې بوڅۍ یې هم وهلې وه.
مېلمه سمدستي د مخ نه څادر لرې کړو او زما د تره نوم یې واخیست « د ګل لالا تپوس کوم»! دېره کې ناست د کاکاجي یو دوست د کټ نه راپاڅېد او مېلمه سره یې ستړي مه شي وکړل: « ګل احمدخانه په خیر، د اته یې .... زمونږ خو دې اکر بکر ګډ وډ کړو»!
مېلمه مونږ ټولو سره په تلوار ستړي مه شي وکړل، خو نه یې په مخ کې وینه وه او نه یې ساه صورت سم و. زما د تره دوست ورسره ټوقه شان وکړه، « هلکه څه ساګ دې سېلۍ وړي دي!». او دغه وخت ما هم سړی وپېژنده. ځکه چې دی د کاکاجي د ډېر خوږ اشنا نیازبین زوی و او کله نا کله به زمونږ کلي ته راتلو. او چې د مېلمه زیړ تښتېدلي رنګ ته مې وکتل نو مازغه مې لکه د کېسټ د پټې، په شا وچورلېدل او هرڅه مې د ټېلوېژن د پردې مخې ته راغلل. د نن نه پنځه کاله اګاهو چې ما په دولسم کې سبق وی، نو همدغه شان په یو تور او یخ ماخوستن هم دا مېلمه مې کاکاجي ته راغلی و او کاکاجي ما سره د هغه لنډه شان پېژندګلو داسې کړې وه، چې دا زما د ډېر خوږ دوست نیازبین زوی دی، دوی پېښور سره نزدې یو وړوکي شان کلي کې اوسي.
ماته دا هم یاد شو، چې هغه وخت هم ددې مېلمه حالت نارمل نه و. په مخ یې د غوسې سوروالی او په نرو چوچنو سترګو کې د انتقام څړیکي محسوسېدې او نن چې کله دغه مېلمه د کاکاجي دوست د کاکاجي ستانې ته بوتلو، نو ماته دا هم رایاد شو، چې پنځه کاله اګاهو چې کله مېلمه او کاکاجي په ډېرې رازدارۍ سره ستانې ته لاړل او ستانه کې یې هم په څه خبره بحث تېز شه، نو زه غلی غلی د کړکۍ سره پټ ودرېدم او دهغې خبرې مې په غلا اورېدل شروع کړل. ما چې کړکۍ ته غوږ کېښودو، نو د مېلمه له خولې مې دا خبره واورېده، چې: « زه دواړه وژل غواړم» او بیا مې ورته تره په ډېر سنجیده انداز کې ووی: « ګوره بچی ته لېونی شوی یې»، ستا پلار زما دوست دی، ماته هغه ښه معلوم دی، چې څنګه سړی دی!؟ اوس هم قصور نه ستا د تره د زوی دی او نه دې د خور....ګرم خو دې پلار دی، چې ایرۍ یې ورور سره په پوله ووهلې او کوېژدن یې د هغو دواړو ماته کړه. د هغه خپله چنغله وه، که دواړو واده وکړو او تاسو ته یې کلی پرېښودو، نو تاسو هم دا خبره داسې هېره کړئ لکه چې هډو څه شوي نه وي.
او بیا زما د تره د اوږدو خبرو او دلیلونو نه پس هغه قلار شه او ما داسې محسوسه کړه، لکه چې دغه د عمر پېغور یې د خپلې پلنې سینې لاندې د عمر لپاره اوده کړو او بیا بله ورځ سهار وختي چې هغه رخصتېدو نو د غوسه ناک ګل احمد په ځای یو غمناک او صبرناک انسان و.
خو نن چې پوره پنځه کاله پس ما هغه بوږنېدلي او ترهېدلي انداز کې ولیدو نو یو ځل بیا ورپسې غلی غلی د کاکاجي د ستانې کړکۍ خواله ورغلم.« پنځه کاله ډېره موده د پول لاندې بلا اوبه بهېدلي دي، خودا سړی». زما د تجسس ماده نوره هم سېوا شوه. یا هلکه صاحبه دا خو ګناه ده او ته خو اوس....
یو ملګري ټوقه وکړه او ماورته په خوله کې مسواکه ګوته کېښوده....هغه غلی شه او ما بیا کړکۍ سره غوږ ورنزدې کړو . لالا ما هغه کار وکړو او دلته تاته پنا اخستو ته راغلی یم. زما تره ترې په تلوار پوښتنه وکړه:
-کوم کار اګل احمده!
-«لالا دواړه مې ووژل او هغه دریم....»
-څه، څوک دې ووژل، وئ ئ؟
کاکاجي کټ کې رانېغ شه – لالا هم هغه د.... هغه په غوسه کې ووی، دا ولې؟ ته چې ما هغه وخت پوهه کړی وې. زما تره په حیرانتیا او غوسه کې پوښتنه وکړه: او بیا دا دومره موده پس....
-لالا، مونږ خو هم ستا خبره منلې وه او خپله خور مو په ژوند په مړو حساب کړې وه، تاته خو هرڅه معلوم دي چې، دې حادثې مې داجي په حجره، جومات بند کړی و. بې بې هم د دغه غمه ارماني ارماني ګور ته لاړه. ما به هم داسې ګڼله چې ګوندې د کلي کور دا ټول خلک او دا دېوالونه مونږ پسې خاندي....لالا مونږ خو دا هرڅه زغملي وو. لکه د زهرو د ګوټ مو د ستوني تېر کړي وو، خو...
کاکاجي په حیرانتیا کې ووی: خو څه؟
او په دې د مېلمه لهجه نوره هم سخته شوه. پرون مازیګر زه د ښار نه کلي ته تلم... انتظارګاه کې ګاډي ته ولاړ وم، چې یو ښکلی غوندې ماشوم مې خواله راغی او راته یې ووی، ماماجي، پلار مې وايي، چې تا له دې خپله برخه درکړي. او ما چې مخامخ وکتل نو د ماشوم نه لږ اخوا مې د تره زوی ولاړ و او ورسره خوا کې په بورقه کې زنانه ناسته وه. دې سره هغې یو سوړ اسوېلی وکړو او زه غلی د کړکۍ د خوانه راو کشېدم.
عبدالوکیل شینواری
عبدالوکیل شینواری د رحم الدین خان زوی په ۱۹۶۴م کال د ننګرهار د شینوارو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې زوکړی دی. لومړني او منځنۍ زده کړې یې د هسکې مېنې په ښوونخي کې وکړې، بیا ننګرهار لېسې ته لاړ. هلته تر لسم ټولګي وروسته د پخواني شوروي اتحاد په بورس کې روسیې ته زده کړو ته لاړ او پوځي زده کړې یې وکړې. هېواد ته بېرته تر راستنېدو وروسته په اړوندو مسلکي برخو کې په کار وټاکل شو. په ۱۹۹۵کال کې پېښور ته بې ځایه شو او هلته یې څو کاله په ازاد افغانستان لیکوالو ټولنه کې فرهنګي کار وکړ. بیا مسکو، بلغاریا، چکسلواکیا او لندن ته کډوال شو. چې تراوسه په لندن کې مېشت دی.
چاپ اثار:
۱.زړه کلا د کیسو ټولګه
. پنځوس میلیونه د کیسو ټولګه
۳. رنځورې هیلې د ښځو په باب دکیسو ځا نګړې ټولګه
ناچاپ:
۴.چې کله زمانه خرابه شي د کیسو ټولګه
۵. هلته چې جنایتکاران آزاد ګرځی
۶. اغزن پا لنګ د ښځو په باب ځانګړې دکیسو ټولګه
۷.نا شنا س : د سندرغاړو په باب د کیسو ځانګړې ټولګه
۸.پنډ او نری دننداروټولګه
۹.مینه دسناریو ټولګه
۱۰. د ارزښتونو بحران د مقالو ټولګه
شینواری د پښتو لنډې کیسې نامتو لیکوال دی، چې په کیسو کې یې د افغاني ټولنې نادودې او اورنۍ شېبې، جګړې او له جګړو وروسته شېبې په اوچت هنري خیال انځور شوي. په پښتو ادب کې دده د کیسه لیکنې ادبي او هنري مقام په لومړیو درجو کې ځای لري.
ناکامه ـ پښېما نه
دشپې دولس بجې دي. دوه سا عته کیږي چې ګل ولي له خپلې دويمې ښځې تا ج بی بی سره په پا لنګ اوږد غزېدلی او د هغې له نازک بدن سره د ځا ن پارونې لپاره رنګا رنګ لوبې کوي، خو د ځان د تودولو او پارولو هره هڅه یې نا کامه او بې ثمره راو خیژي. نا چاره له کټه نا ببره را کېني. په خونه کې په کراره روان شي .د خونې منځته لا نه وي ور رسیدلی چې ښځې یی په ورو سر راپورته کړي. خوراحیرانه شي ځکه که اوبه او که بل هر څه ته به اړتیاوه تل به له دې غوښتنه کیده چې په هغو شیانو پسي دا پاڅې او رایې وړي . د سودا د لیرې کولو لپاره یی په ورو ورنارې کړې:
ـ څه شی غواړې ؟
دښځې په غږلکه ددرېدا آمر پښه نیولی او ودرېږي، مخ وروګرځوي ،اوږده سا ه وکاږي، د هغه څه په ویلو چې له کټه ورته را پاڅېدلی وي وشرمیږي. څه شېبه غلی لکه خیری یی چې په ستونی کې ونښلي، هیڅ ځواب ورنه کړي؛ خو نا ببره یی له خولې راووځي:
ـ ګولۍ را اخلم .
ښځه د ګولۍ په آورېدو هکه پکه شي:
ـ د څه شي ګولۍ : د خوب؟
له شرمه د سړي رنګ زیړ راواوړي ،خولې پرې راماتې شي ، ژبه یې درنده شي، خبره وژوي. له رښتیا اوسيده ځوابه په څنګ تېر شي:
ـ نه دا دبل څه ګولۍ ده.
ښځه بیا هم ونه پوهیږي سر یی خلاص نه شي. اندېښنه ورولویږي د سيده ځواب په لټه یې بیا وپوښتي:
ـ دڅه شي ګولۍ؟ تا خو نن غرمه او ماښام د خپلو ناروغیو کوم لس ډوله ګولۍ خولې ته واچولې .
نوره هم سودا ورولویږي:
تا خو نیمه شپه ګولۍ نه خوړې.
سړی ترور او وارخطا شي خو ځا ن یی باینلي :
ـ ځينې مر ضونه او ګولۍ د ویلو دي او ځينې نه دي . تا ج بي بي
ښځه له هیښتیا وریږدي، لکه ویده او نشه چې شي؛ په فکر کې لاړه شي. نور هیڅ په خوله رانه وړی. سړی په ورو د خونې بل سر کې المارۍ پرانیزي، په کوټبند کې د راځوړند واسکټ په جیبه کې لاس ورننباسي او یو شین پاکټ ترې راوکاږي. له پا کټه یوه ګولۍ رابېله او په دم ګړۍ کي خولې ته ورواچوي او تېره یی کړي. بېرته ورو راوګرځی او د ښځې سره یو ځای بیا پرېوزي. بیا خپل وجود له ښځې سره سلیښ کړي، لاسونه یې دهغې د وجود هر ځای ته لمس او شونډې يي هم د ډېرو ځایونو مزه وڅکي خو هیڅ لمس او نښلونه ګټه ونه کړي ځکه خو نا ببره ښځې ته شا واړوي. .
اندېښنېې ېې واخلي: مشره ښځه ، زامن، لوڼې او لمسیان یو یو یې په زړه راووري. د مشرې ښځې دعوا، ژړا او ناندریو ټول یادونه ېې په زړه کې راوټوکیږي، دهغې یوه یوه خبره ورپه زړه شي:
ـپه شمار مې لس ګلالي اولاده درته راوړل، جوړه او نا جوړه که مې خوښه وه که نه، په پالنګ دروختم . ..
ټول یادونه یې لکه چړې زړه ټپي ټپي کړي خو د ښځې ددې خبرې ورپه زړه کېدل ېې سم په منځ دوه ځا یه کړي:
ـ ته خو د ګور په غاړه يې! له مرګه وروسته دې هغه د چا غاړې ته وراچوې. هغه به هم په ما سمبالوئ؟
دغه ټول یادونه یې په زړه لکه غرونه پراته وي او دی يې د سخت روحي عذاب او وجداني محاکمې لاندې راوستی وي. دا جدال یې په ګولیو هم اثر وښندي او دکوروالي اشتها یی ورو، ورو لا له منځه لاړه شي.
څو ګړۍ لکه د سترګو په رپ کې تېرې شي لږ وخت پا تې وي چې ملا د ګهيځ اذان وکړي.
دده نا قرارۍ ځوانه ښځه نوره هم نا آرامه او سودایی کړي. په څنګ راواوړي په ورو خوله ورنږدې کړي:
ـ د څه شي اندېښنه کې تللی يي ؟
سړی سوړ اوسېلی وبا سي:
ـستا غم ژاړم .
ښځه له هېښتیا غا ښونه په شونډو کې بېواکه ښخ کړي ځانته لاس ونیسی ورته وبرېښی لکه مېړه یې چې ټوکه کوي. له خولې ېې بېواکه غږ راووځي:
ـ زما
سړی په مهربانه غږ ورغبرګه کړي:
ـ هو ستا .
د ښځې تندی وغوړیږي ، خوله یې له حیرانتیا وازه پا تې شي:
ـ ولې؟
سړی سوي اهونو ته نور هم زور ورکړي:
ـستا ځواني مې ژړوي، ستا په عمر مې مشره لمسۍ په واده ولاړه ده.
ښځه د سړي په دې احساس د هغه غومبرو ته خوله په ورو وروړي ،په خپلې تودې مچکې ېې ونازوي:
د هغه په تندي لاس راتېر کړي:
ـ مه خپه کیږه که تا نه وای راواده کړې، ظالم پلار مې داسې چا ته ورکولم چې له تا لس کلونه مشر دی. او که ته نه وای اوس به د هغه په پا لنګ پرته وای.
سړی د ښځې په دې خبره ټکان وخوري، نېغ راپاڅي لکه په رښتیا یې چې ښځه له یوه لوی مصیبته ژغورلې وي، په حیرانتیا ووايي:
ـ رښتیا
ـ هو خدای به مې د مور داد اورېدلی و، کنه اوس به زه تر دې په بده بنه ورغلی وای، خو ستا مرکې مې هم مور وژغورله او هم مې پلار ته د پیسو بوجۍ په لاس ورغله او کنه اوس به مې پلار دوه ښځې له دومره وړو سره په څه ساتلې؟
د ګل ولی زړه له خوشالۍ ټوپونه واچوي.د خوشالۍ احساس یی په وجود کې غزونې وکړې او لکه د ګناه پیټی یی چې له اوږ کوز شوی وی وجود یی په دم ګړۍ کې سپک شي.
اجمل پسرلی
اجمل پسرلی د محمد صدیق پسرلي زوی په ۱۹۶۹م کال د کندوز ولایت په چاردره کې زوکړی دی. په ۱۹۸۰م کال پېښور ته بې ځایه شو او منځنۍ او لوړې زده کړې یې په پېښور کې وکړې. په ۲۰۰۳ کال کې د ازادې اروپا په ازادۍ راډيو کې د ویاند په توګه وټاکل شو، چې تراوسه هماغلته په کار بوخت دی.
اجمل پسرلی د یوه ښه ویاند او ژورنالېست ترڅنګ آن د زده کړې له کلونو لنډې کیسې لیکي او په دې وروستیو کې چې بهرمېشت دی، د لویدیز او عربي ادب د مطالعې په بنسټ یې د نوې پښتو لنډې کیسې په لیکنه کې پخې تجربې رابرسېره شوي او په انلاین رسنیو او چاپي خپرونو کې هر کله کیسې لیکي او خپروي. دده کیسې په اوسني پښتو داستاني ادب کې په ښو سوژو او مکالمو پېژندویې دي. او د کیسو په نامتو لیکوالو کې ګڼل کیږي.
آثار :لنډې کیسې به څنګه لیکو؟ مېږتون/ ده کیسه کوله/ او نور.
مازیګر
بوډۍ د ونو له پاڼو د لمر راتېرو شویو شغلو ته د لاس ورغوی پورته کړ:
-چې دا ټول عمر داسې وي لکه د پارک مازیګری!
بوډا د چشمو پرسر لاس ونیو، لمر ته یې سترګې وبرېښېدې، له چوکۍ پاڅېده. یو دوه ګامه یې واخیستل، شاته یې وکتل. بوډۍ لا په خپل ځای ناسته وه. سړي د والیبال میدان ته اشاره وکړه بیا یې غوږو ته ګوتې وروړې:
-بدې نارې یې دي!
بوډۍ په زګېروي پاڅېده. څو ګامه وړاندې د ماشومانو د لوبو له ځای سره تر یوې ګورې ونې لاندې کېناستل. بوډۍ موبایل راواخیست، سپینه چوټۍ(چونقه) یې د ولي پر سر واچوله او سیلفي عکس ته یې وخندل.
بوډا د موبایل پر شیشې پر دوو ګوتو عکس لوی کړ:
-له خندا سره دې ګونځې زیاتې ښکارې.
-ته ودرېږه دا ځل به نه خاندم.
بوډا سترګې کش کړې:
-تر هغه بل دا ښه عکس دی، غروب هم ښه ښکاري خو د تندي ګونځې بیاهم ډیرې راغلې
بوډۍ شونډې وخوځولې لکه څه چې رودي:
-تریزا ته به یې ورکړم چې فوټو شاپ یې کړي.
دواړو په لوړ غږ وخندل. د دوی له خندا سره ماشومان، چې په شګو کې یې لوبې کولې کټ کټ په خندا شول. بوډۍ د موبایل شیشه مړه کړه ، بوډا ملا ته لاس ونیو او له پارکه ووتل.
هغه لیکوال چې له ۱۹۹۲ع کال وروسته راټوکېدلي او تراوسه لنډې کیسې لیکي:
محب الله زغم
ډاکټر محب الله زغم په ۱۹۷۲ع ( د ۱۳۵۱ د سلواغې پر ۱۴ مه ) په کابل کې وزېږېد. پلار یې د خوست د دره ګي ولسوالۍ او مور یې د کابل وه. لومړنی زده کړې یې د بګرام د هوايي ډګر په لېسه کې پیل کړې. له شپږم تر اتم ټولګي يې د کابل په عزیز افغان ښوونځي کې ولوستل، بیا حربي ښوونځي ته لاړ او په ۱۹۸۹م کال ددې ښوونځي له دولسم ټولګي فارغ شو. له۱۹۹۰ تر ۱۹۹۹ پورې یې د کابل طب په معالجوي پوهنځي کې زده کړې وکړې، البته په دې منځ کې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۴ پورې چې کابل پوهنتون د تنظیمي جګړو ډګر و، د ټولو محصلانو په زده کړو کې درې کلن ځنډ راغلی و. په ۲۰۰۶ کې یې د لنډو کیسو په لیکلو پیل وکړ. په ۲۰۰۷ کې یې د لنډو کیسو لومړۍ ټولګه «دوزخ په انسان کې» د افغانستان قلم ټولنې چاپ کړه.
ډاکټر زغم که څه هم د طب ډاکټر دی، خو له ادبیاتو سره ژورې مینې پر دې ډګر دیوه مسلکي لیکوال په دود پېرزو کړی، چې غوره لنډې کیسې او ناولونه یې لیکلي او په اوس وخت کې د هنري ادبیاتو په تولید او څېړنه کې پوره فعال دی. دده کیسې زموږ د اوسنۍ افغاني ټولنې د مختلفونو اړخونو هنري انعکاس په ښکلو لفظونو وړاندې کوي.
آثار: ۱. دوزخ په انسان کې، د لنډو کیسو ټولګه ۲. د ... فلسفه، د لنډو کیسو ټولګه ۳. مور او لېوه، د لنډو کیسو ټولګه (ناچاپ) ۴. ځانمرګی، ناول (دا ناول اردو او فارسي ته ژباړل شوی او فرید خان کاسي یې پر انګریزي ژباړې لګیا دی) ۵. د ولسمشر فرمان، ناول ۶. ځوروونکی، ناول ۷. دوزخ په جنت کې، ناول (ناچاپ) ۸. جنګي سپی، د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه ۹. یوه لمن کیسې، د ماشومانو لپاره د کیسو ټولګه ۱۰. یو ماشوم، یوه نړۍ (د اناهیتا روهي، نعیمې غني او محب الله زغم د مقالو ګډه ټولګه) ۱۱. ځیرک الوځي، د ماشومانو لپاره کیسه ۱۲. کلمه های جادویی، د ماشومانو لپاره کیسه (دا کتاب له پښتو ترجمې سره یې د ماشومانو د ملاتړ نړۍوالې موسسې چاپ کړی دی) ۱۳. جمیل او ښاپېرۍ، د ماشومانو لپاره کیسه (دا کتاب له دري ترجمې سره یې د ماشومانو د ملاتړ نړۍوالې موسسې چاپ کړی دی) ۱۴. کبۍ، د ماشومانو لپاره کیسه (ناچاپ) ۱۵. مښود، پر ژبې او ادبیاتو د مقالو ټولګه (ناچاپ) ۱۶. د ولیو منځ، پر ټولنیزو مسایلو د مقالو ټولګه (ناچاپ) ۱۷. پرونۍ ټوکه اوسنۍ رښتیا، د سیاسي مقالو ټولګه (ناچاپ) ۱۸. د ادبیاتو ښار (د امریکا یونلیک).
ژباړې ۱. د حقارت غوټه (د ادلر ارواپوهنه)، د ډاکتر محمود منصور تألیف ۲. د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه (د ډاکتر احمد زلال رنځورمل او ډاکتر احمد مجیب احمدي او محب الله زغم ګډه ژباړه) ۳. غوباړی The Gadfly ناول (ناچاپ)، د اتل لیلیان وینیچ اثر ۴. د کرکې او کینې دیانت، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه ۵. سترګې به پرانیزو، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه (دا ژباړه یې په مستعار نامه چاپ کړې ده) ۶. وتونلاره، پر دیني مسایلو د استاد محمد محق د مقالو ټولګه (ناچاپ).
مور او لېوه
اول آواز چې مې واورېد، خپله ژړا مې وه. بیا د مبارک، مبارک غږونو شور جوړ کړ. سترګې مې لږې خلاصې کړې، رڼا تېزه وه، بېرته مې بندې کړې. د ښځو شور غلی شو. ناڅاپه پر له پسې درنو غږونو ولړزولم. هغې پرښتې چې له بلې دنیا راسره راغلې وه، زما په سر باندې لاس راتېر کړ، لاس يې داسې پوست و لکه د مهربانې مور خبرې. وې ویل: مه وېرېږه، دا د خوشالۍ ډزې دي. پلار دې، نیکه دې، ترونه دې، ټول ستا په راتګ ډېر خوشاله دي. پوښتنه مې وکړه: چې خوشاله دي نو ولې ډزې کوي؟ وې ویل: ته په داسې قوم کې پیدا شوی يې چې بې ټوپکه يې ګوزاره نه کېږي. دوی په خپله ښادي کې ټوپک شریکوي خو توپک ورته غمونه راوړي. زه لا حیران شوم، ومې پوښتله: ولې؟ پرېښتې اسویلی وکيښ، ځواب يې راکړ: ستا قوم بدي داره قوم دی. دلته هر څوک دښمن لري، له نورو قومونو سره یې بدي وي، له تربورانو سره يې دښمني وي او که د دښمنۍ لپاره بل څوک ورته پیدا نه شي نو له خپلو وروڼو سره ورانيږي. وګوره اوس دې ترونه ستا په زيږېدو خوشالي کوي خو چې لوی شوې د مېراث په سر به درسره جنګونه کوي. زړه مې و چې نورې پوښتنې وکړم خو پرېښتې وویل: اوس ځان مه په عذابوه، ارام وکړه. کرار کرار چې لوی شې په هر څه به پوی شې.
بله ورځ زموږ په کور کې ډېر خلک راټول شوي وو. د ډول درزا پورته وه. خلکو اتڼونه کول خو پرښته مې خوشاله نه ښکارېده. څو شېبې يې داسې راته کتل لکه زړه چې يې راباندې وسوځېږي، بیا يې وویل: زه درنه ځم. پوښتنه مې وکړه: چېرته؟ ـ زه بېرته بلې دنیا ته ځم، دلته د وینو بوی دی، هلته په انګړ کې يې پسونه حلال کړي دي. نن دې پلار کلیوالو ته ډوډۍ کړې ده. ومې ویل: تا خو ویل چې راسره به اوسېږې، ما به له خطرونو ساتې. پرښتې وویل: هو ویلي مې وو، خو چېرته چې وینه تویه شي، زه هلته اوسېدلی نه شم. زه له وینو کرکه لرم. زه وینې ته نه شم کتلی خو ته به ډېرې وینې ووينې. دا يې وویل پر مخ يې ښکل کړم او د کړکۍ په لوري والوته. ما ورپسې چیغه کړه: ما چا ته پرېږدې؟ مخ یې راواړاوه، وې ویل: مور ته دې پرېږدم. میندې پرښتې وي خو ګوره، دا به په یاد ساتې، داسې میندې هم وي چې د لیوانو خوی کوي. پرېښته لاړه، څو ورځې وروسته مې بیخي هېره شوه.
کلونه تېر شول، ژڼی شوم، شپږ میاشتې کېدې چې له ترونو سره مو دعوا وه. زموږ پر زمکه يې دعوا کړې وه. درېیمګړي راسره ستړي شول. هره جمعه به سپین ږيرې راتلل، جرګه به يې کوله چې زموږ په منځ کې لانجه غوڅه کړي. هره جمعه به مو یو یو پسه حلالاوه. درېیمګړو ته به مو په خلات کې پیسې ورکولې. دوی ډېرې لارې راوښودلې خو تره مې یوه هم نه منله. پلار مې عربو ته تللی و. زه یوازې وم، د تره زامن مې پنځه. بله ورځ مې د تره ښځې مور ته څه ویلي وو. دا چې راغله، سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وې ویل: دا پلیته په خپلو زامنو باندې نازېږي. ما ته پېغور راکوي چې ستا خو یو دی. ومې ویل: ادې! پرېږده چې ووايي. دې کې نو څه خبره ده. د مور ژړا زور واخیسته، وې ویل: خدای یو زوی راکړی هغه هم بې غیرته. زه ورته غوږ وم. مور وویل: که دې پلار دلته وای، اوس به يې وختي دا پلیته بوره کړې وای خو تا کې غیرت نه شته. ما ته غوسه راغله ومې ویل: دې کې نو څه بې غیرتي ده. وې ویل: څنګه بې غیرتي نه ده، چې په مور غیرت ونه کړې نو په چا به يې وکړې. زه پاڅېدم ومې ویل: ښه نو ته راته ووایه، زه څه وکړم. مور په سرو سترګو پورته راوکتل، وې ویل: که غیرت لرې خو ټوپک راواخله، یو یو ورته مردار کړه چې زړه مې پرې یخ شي. همداسې مې وکړل. دوی د ډنډ په غاړه ناست وو، د ماښام اودسونه يې کول. پنځه ډزی راسره و. پنځه واړه مې وویشتل. په خپله مې په آس باندې پښه واړوله، نیمه شپه د ماما کور ته ورسېدم. سهار وختي وزیرستان ته واوښتم. څو ورځې وروسته مور هم له ماما سره راغله. چې څنګه يې ولیدم، په سینې پورې یې ولګولم، پر تندي باندې يې ښکل کړم، ويې ویل: آفرین زویه.
انقلاب شو، نور خلک هم وزیرستان ته راکډه شول. جهاد شروع شو. مور راته ویل: وطن داسې دی لکه مور، په ما خو دې غیرت وکړ اوس به په وطن غیرت کوې. بې حسابه قتلونه مې وکړل. څوک مې په چاړو حلال کړل، څوک مې په مرمیو وویشتل، په چا باندې مې بم واچاوه، نه مې اسیر پرېښود نه تسلیمي. د جهاد لسم کال و، چې زه په خپله ولګېدم. د جنازې په وخت کې مې په سر باندې پرښته ولیده، ومې پېژندله، په خپله وه، هماغه زما پرښته وه خو تندی يې تریو و، پرېشانه ښکارېده، مخ يې ګونځې ګونځې و، زړه شوې وه لکه زلیخا چې د یوسف په ارمان يې سر سپین کړی و. هغه مهربانه نظر يې چې ما په ماشومتوب کې لیدلی و، اوس نه و ورپاتې. زه موسکی شوم، ومې ویل: څومره ښه شو چې ته راغلې، ما دومره عمر ګومان کاوه یو شی مې ورک کړی، خو نه پوهېدم هغه شی څه دی. اوس چې مې ته ولېدې، پوه شوم چې ته مې ورکه کړې وې. پرښتې هېڅ ونه ویل. همداسې په کنګلو سترګو یې راکتل لکه ړانده چې د اواز لوري ته ګوري خو سترګې یې خبرې نه کوي. ما تمه لرله چې هغه به مې نازوي، لکه په بله دنیا کې چې به يې نازولم. خو هغې داسې ونه کړل، نه یې په سر باندې لاس راتېر کړ، نه راته وموسېده.
جنازه مې وشوه، خلکو په قبر کې کېښودم. خاورې یې راباندې واړولې. تپه تیاره شوه. پرښته ډېوه په لاس کې راغله. په څنګ کې يې خاورینه مېرمن روانه وه. د خاورینې مېرمنې مخ او تندی هم د پرښتې په شان ګونځې وو. پوښتنه مې وکړه: دا څوک ده؟ پرښتې وویل: دا د وطن مور ده. خوشاله شوم، ځان سره مې وویل: اوس به مې ونازوي. ما د دې لپاره ډېر مرګونه کړي، ځان مې ترې قربان کړی. اوس به د خپلو قربانیو نتیجه ووینم. د وطن مور هم لکه پرېښته غمجنه وه، نه يې موسل، نه یې خبرې کولې. زړه مې تنګ شو، ورته مې وویل: وه مورې! ته ولې خپه یې؟ ما وګوره ستا لپاره مې څومره وینې تویې کړې، څومره کسان مې درته ووژل او ته لا خوشاله نه یې؟ د هغې له سترګو دوه څاڅکي اوښکې راووتې، د مخ په ګونځو کې یې کښته راغلې خو داسې ژر سره ورکې شوې لکه شګلنه زمکه چې یو عمر يې باران نه وي لیدلی او ته په کې اوبه وڅڅوې. بیا مې وویل: ادې! تا ته وایم ته ولې داسې وچه يې؟ ما خو درته ډېرې وینې بهولې دي. د خاورینې ادې خوله په کراره خلاصه شوه، په ارام غږ يې وویل: بچیه! زه مور یمه، لیوه نه یم.
ایمل پسرلی
ایمل پسرلی د محمد صدیق پسرلي زوی د افغانستان د شمال دکوندوز ولایت په چار دره کې په ۱۹۷۴ع کال زیږېدلی، خو دوی اصلا د غزني دقره باغ ولسوالۍ استوګن دي او کلونه پخوا په ناقلینو کې کوندوز ته تللي دي.
دی لا ماشوم و، چې په افغانستان کې د سیاسي اړي ګړي له امله یې کورنۍ پېښور ته بېځایه شوه. هلته یې لومړنۍ ، منځنۍ او لوړې زده کړې وکړې او په کیسه لیکنه یې هم پیل وکړ. بیا په لندن کې د BBC راډیو ویاند وټاکل شو. تقریبا شل کاله کیږي، چې هماغلته دنده ترسره کوي. اوس یې د تلوېزیون مشر دی.
ایمل پسرلی سربېره پر دې، چې ژورنالېست دی، د لنډو کیسو ښه لیکوال هم دی. ده په لويدیز کې د داستاني ادب ښه مطالعه کړې، ځکه نو د کیسه لیکنې په فن کې یې تجربې نوې دي. لفظونه يې خواږه، جملې یې لنډې او ترکیبونه یې ښکلي دي. په کیسه کې یې بې ضرورته جملې او بې اړتیا کلیمې نه شته. تلوسه هم لري او د غوره موضوعګانو د ټاکنې او عمومي نتیجې ترڅنګ، د زیاترو کیسو په پوره نتیجه لوستونکي هم یو شېبه بوخت ساتي.
د ایمل پسرلي چاپ شوي اثار:
لنډې کیسې: څلورمه لار/ لار ورکی/ یوازې شوی/ د څارنوال هینري قضیې/ یو مزل دوه نړۍ / شګې لمر او سمندر/تللې نجلې/ ده کیسه کوله او نور.
ناولونه: بې ځالې مرغه / لټون
ډرامې: ډالري معاش
ژورنالېزم: انلاین ژورنالېزم
ده کیسه کوله
پلار مې لکه سیوری و، خو روح یې نه راته لاره. بیا لکه تیاره چې شي، دغه سیوری هم ورک شو. مور مې خپه نه وه، هغه یې نه خوښېده. زه یې هم په شته والي او نشتوالي پوه نه شوم. یو څوک و، چې په کور کې راسره اوسېده او بیا نه اوسېده.
چې لوی شوم، د پلار نشتوالي یو احساس راپیدا کړ. خپه نه وم، چې ولې مې نه درلود. غوښتل مې پوه شم، چې پلارولي یعنې څه؟ پلار یعنې څه؟ که به مې څوک وپوښت، موسکی به شو، ویل به یې پلار دسر سیوری دی. په مانا یې نه پوهېدم. عمومي خبرې وې. ددغې معما د پوهېدو لاره ما خپله وسنجوله. واده مې وکړ. پلار شوم، یو ماشوم په کور کې راسره و. یو بل انسان. مور یې ویل، بل هم باید ولرو. زه یې مخالف وم. هغې غوښت. نه پوهېږم څرنګه شو، خو بل ماشوم او بیا بل ماشوم هم وزيږېد. درې ماشومان راسره په کور کې وو. ددوی او د نورو ماشومانو توپیر نه و. له کوره ووتلم. اصلا کور راته پردی و. یوه ښځه وه چې ماشومان یې غوښتل او درې ماشومان وو، چې په خپله دونیا کې غرک و. زه پلار وم. باید کار مې کړی وای او دوی مې ماړه کړي وای او بس.
دا معامله خوندوره نه وه، دا راته ژوند نه و. خو ژوند څه و؟ نه پوهېدم، لاړم، ځينو ویل وتښتېدم. ماته تېښته نه وه. ځينو ویل له مسوولیته مخ اړوم. ما ویل ولې د بل انسان مسوول واوسم؟ د خلکو خبرې پازابوونکې وې. نه ما دوی قانع کولی شوای او نه دوی په ما پوهېدل. بل ښار ته لاړم. میین شوم. په یوې نجلۍ میین شوم. ژوند مې وموند. یا اقلا ما فکر کاوه، چې ژوند مې وموند. داسې انسان مې موندلی و چې همفکره وو. دواړو په هغه څه خندل چې شاید نورو ته د خندا نه و. د دواړو زړه هم هغه څه ته دردېده چې نورو بې مانا خبره بلله. له مچلو، له لمسه، له زګېروي، له خندا، له ډاره، له خاموشۍ ، له هرڅه مې ورسره خوند اخیست. بیا د واده خبره شوه. دې د ماشومانو خبره وکړه. ماشومان یې غوښتل. ان نا زیږېدلیو ته یې نومونه غوره کړي وو. ومې نه منله. وې نه منله. لاړم. هغې فکر کاوه وتښتېدم. ما ژوند غوښت.
یوه ورځ هدیرې ته لاړم. د توت د یوې نیمې وچې ونې لاندې بې نښې قبر و. ونې ته مې تکیه وکړه. د قبر خاوره لمر وچه کړې وه. یو مچ بنګېده. مېږیزان کتار روان وو. په سپینه مزکه یې توره لیکه جوړه کړې وه. څو ماشومان راغلل. دیوه په لاس کې پلاستیکي بدنۍ وه . اوبه یې درلودې. په قبر یې وشیندلې. له پوټي بوی ولټېده. ماشوم وپوښتلم:
-دادې د پلار قبر دی؟
قبر ته مې وکتل. شونډې مې بوڅې کړې. سر مې وښوراوه. ماشوم یې په کیسه کې نه شو. د اوبو هلک ته یې اشاره وکړه. راته یې وویل:
-دی پلار نه لري یتیم دی.
-ته یې لرې؟
-هو خو زما پلار هم کار نه کوي.
د اوبو ماشوم لاس رامخته کړ. پیسې یې غوښتې. لیرې یوه بګۍ ودرېده. له دوړن سړکه خاوره پورته شوه. په شنو چادریو کې ښځې له بګۍ راکښته شوې. هلکانو هغه لور ته منډه کړه. ښځې زیارت ته تلې. د اوبو هلک پیسې وغوښتې، ومې پوښت:
-دا زیارت د چا دی؟
-دچا چې اولاد نه کیږي، دې زیارت ته راځي.
یوې چادري پورته کړه. په رنجو تورې کړې، غټې سترګې یې راسره څلور شوې. موسکه شوه. غوسه شوه، مخ یې واړاوه، بیا یې وکتل، په زیارت ننوته.
له ځایه پورته شوم. د اوبو هلک قبر ته لغته ورکړه. د زیارت په لور یې منډه کړه. ما له پتلانه دوړې پاکې کړې. د مینې پیغام راغی.
-پلار مې بل ته ورکوي.
ټيلفون مې بند کړ. دمیږیانو له کتاره مې پښه واړوله. مچ مې په څټ کېناست. له هدیرې ووتلم. خو لوری مې نه درلود.
نصیر احمد احمدي
نصيراحمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ۱۹۷۴ع کال د غزني ولايت د قره باغ ولسوالی په ملک غلام رسول کلا کې زيږېدلی. په ۱۹۷۹ع کې مکتب ته شامل شو، تر دريم ټولګي يې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په ليسه کې زده کړې وکړې ، بیا کابل ته لاړ او په خوشال خان مېنه کې د سپين کلي په نامه، ښوونځي ته شامل شو.
احمدي تر نهم ټولګي پورې په سپين کلي لېسه کې درس ووايه، بيا يې د حبيبې لېسې ته سه پارچه واخيسته او په ۱۹۹۱ع کال کې له همدې لېسې فارغ شو.
تردې وروسته پېښور ته کډوال شو، هلته یې په یوه کرنیزه موسسه کې لومړی زده کړې وکړې، بیا یې کارمن شو. تر دې وروسته د کندهار په کرنې پوهنځي کې شامل شو، خو بېوزلۍ زده کړو ته پرې نه ښود. پوهنتون ترې پاتې شو او ایران ته په خوارۍ غریبۍ پسې لاړ. په ۲۰۰۱کال کې بېرته وطن ته راغی او په ۲۰۰۳ کال کې په بي بي سي راډيو کې لومړی د ریپورټرۍ او بیا د فیچري خپرونو ایډيټر شو.
نصیر احمد احمدي د ۲۰۲۱ع کال د جولای په ۱۰مه نېټه په کابل کې د کورونا ناروغۍ له امله په ۴۷کلنۍ کې مړ او د غزني په قره باغ کې خاورو ته وسپارل شو.
احمدي د پښتو ژبې دلنډو کیسو او ناول وتلی ځوان لیکوال دی، چې په پیاوړې حوصله یې هرکله کیسې او ناولونه لیکلي او خپاره کړي دي. دده په لنډو کیسو او ناولونو کې یو خوندور کشش او تلوسه وي، چې لوستونکو ډېر خوښ کړي. دده د کیسو موضوعات د اوسنۍ پښتني ټولنې له چاپيریال نه اخیستل شوي او کلیوالي ژوند په کې په خورا اوچته او ښکلې بڼه انځور شوی. تصویري جملې، د کرکټرونو ماناداره او پرځای خبرې او مکالمې دده د کیسو ځانګړنې دي. څومره چې احمدي په کیسه کې نامتو دی، همداسې په ناول کې هم دی. دا لیکوال باید په دواړو برخو کې د یادونې حق ولري.
د نصيراحمد احمدي چاپ شوي کتابونه
سړه سيلی- د لنډو کيسو ټولګه /مينه - د لنډو کيسو ټولګه/ د واوری سړی -د لنډو کيسو ټولګه/بوډا او د ليوانو پلونه- ناول/ رڼا- ناول/ بوړبوکۍ -ناول / په فلسفه کې تلپاتې پيښې ژباړه/ يوه خبره درته وکم؟! ناول/ اغزن سيم ناول/ جوجوناول/ زرو ناول/ د معجزې تيږه ناول ژباړه/ راځئ کيسه وليکو؛ د کيسو د ليکلو په اړه د ليکوال تجربې / نيکه ناول / بغدادي پیر-ناول.
بې پينې بوټونه
ماشوم په ژړا له کوټې ووت، په خاور کې کېناست، خپلو لوڅو پښو ته يې وکتل، د ښۍ پښې پر بټه چاودې ګوته يې، شين غټ مچ ناست و.
ماشوم پښه وخوځوله، مچ په لښتي کې شنو، بويناکه اوبو ته ورغی.
د ماشوم پر اوږه لاس ولګېد، ور ويې کتل، چيغه يې کړه:
_نه يې غواړم!
يوه ډنګره ښځه يې تر څنګ کېناسته، د هلک سر يې پر خپل ټټر پورې ولګاوه، په خواره خوله يې وويل:
_سمه ده زويه، زه به مو سره جوړ کړم.
دواړه کوټې ته ننوتل، ښځې وويل:
_هلی نو! ټول بوټونه دلته راوړئ!
يودم چيغې شوې، پر زاړه صندوق ناستې کوچنۍ نجلۍ په خټو لړلي، غټ خړ کرمچ بوټونه په خپل ټټر پورې ټينګ ونيول، تر هغې ور هاخوا يوه بل ډنګر کوچني هلک هم ژړل.
ښځې وويل:
_راځئ! له سره به يې ووېشو!
نجلی دروازې ته منډه کړه، خو ښځې وار ړومبی کړ، نجلۍ يې تر مټ ونيوله، درې سره يې پر پلاستيکي فرش کېنول.
تر څه وخته له ژړا سره د ماشومانو د پوزو د کشېدو غږونه هم اورېدل کېدل، بيا ټول غلي شول.
ښځې په خټو لړلی خړ کرمچ له زاړه پلاستيکي فرشه ور پورته کړ، ورو يې وويل:
_جوړه يې چېرته ده؟
ماشومانو په سرو سترګو ورته کتل.
ښځې وويل:
_هوسۍ! بوټ راکړه.
نجلۍ دواړه لاسونه شاته نيولې وو.
ښځې لاس ور وغځاوه او د نجلۍ له ګوتو يې په خټو لړلی غټ کرمچ و ايست.
د نجلۍ شونډې وځړېدې، خو ويې نه ژړل.
ښځې ورو وويل:
_ښه! کبيره! ستا کومه جوړه خوښه ده؟
ډنګر هلک په خټو لړلی خړ کرمچ ور پورته کړل.
د يونس له خولې چيغه راووته!
_والله که يې ستا پلار رانه يوسي. دا ما خوښ کړي دي.
يودم پر ډنګر هلک ور پرېووت او د هغه مخ ته يې سوکان ونيول. ښځې دواړه سره بېل کړل.
ورو يې وويل:
_يونسه زويه، پلار ته دې مه تېرېږه، له مړو څه غواړې!
يونس په غوسه وويل:
_خو خړ کرمچ زما دي!
ډنګر هلک غريو واخيست.
ښځې په بېړه وويل:
_سمه ده کبيره ، مه ژاړه. يوه چاره به پيدا کم.
غلې شوه، ورو يې وويل:
_ګوره يونسه، خړ کرمچ ستا تر پښو لوی دي، کبير ورور ته دي يې ورکړه، بېګاه يې هم تبه وه، وبال لري.
يونس په غوسه وويل:
_خړ کرمچ يوه پينه لري، خو د تورو بوټونو له پينو وار نه کېږي، د هغه بلې جوړې خو هسي هم تلي نشته.
نجلۍ خړو کرمچو ته لاس ور وغځاوه، له اخ سره يې چيغه کړه!
ښځې لاس پورته کړ، يونس دواړه لاسونه خپل مخ ته ونيول.
ښځې چيغه کړه!
_څوک خپلې خور ته داسې چونډۍ ور لګوي!
بېرته غلې کېناسته.
وړه نجلۍ ور مخته شوه، خپل سر يې د ښځې پر زنګانه ولګاوه، په غريو کې يې وويل:
_ادې! ماته نور بوټونه راوړې!
ښځې د هغې په ببرو څڼو کې خپلې ډنګرې ګوتې تېرې کړې. يوه شېبه غلې وه، بيا ورو ولاړه شوه، وره ته نږدې پرته زړه چادري يې پر سر سمه کړه، سوړ اسويلی يې وايست:
_سره ونه خورئ، لږ ناوخته راځم.
نجلۍ وويل:
_څه کوې!
ښځه غريو واخيسته:
په کورونو ګرځم، کېدای شي چې يو څه نوي بوټ پيدا کړم.
يونس په خبره کې ور ولوېد:
_نو ولې ناوخته راځې؟
_مخکې تر غرمې مې نږدې کورونه راوغوښتل، يوې زړې ښځې په پلاستيک کې بېګانۍ وريجې راته واچولې، همدا درې جوړې بوټونه يې هم راکړل، خو بيا هماغو کورونو ته نه شم ورتلای، نورې کوڅې به پسې غواړم.
دا يې وويل او له کوټې ووته.
نجلۍ پسې غږ کړل:
_ادې ! دا ځل داسې بوټونه راوړه چې پينه ونه لري.
محمد نعمان دوست
محمد نعمان دوست د ارواښاد خیرالله زوی په ۱۹۷۶ع کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د کوخي په پاس کلا سیمه کې زوکړی دی. په پنځه کلنۍ کې پېښور ته بې ځایه شو له هغه ځایه یې د پښتونخوا وروستۍ څنډې هريپورته سر ووت. هلته په ابوسعیدالخدري لومړني ښوونځي کې شامل شو، بیا هماغلته د کلابټ کالونۍ په النصر افغان لېسه کې شامل او ترې فارغ شو. د نورو زده کړو لپاره د پېښور د افغانانو دعوت و جهاد پوهنتون ادبیاتو پوهنځي کې شامل شو دا پوهنتون یې تر اووم سمستره ولوست، خو بیا چې دا پوهنتون له کابل پوهنتون سره یو ځای شو دوست ترې په ۱۹۹۷ع کال لېسانسه راووت.
دوست بېلابېلې دولتي او غیر دولتي فرهنګي او ژورنالیستي دندې کړي، چې له امله یې ده د افغان چاپيریال پخه او ژوره مطالعه وکړه او د لنډو کیسو او ژورنالیستي تبصرو او فیسبوکي لنډو لیکنو یو نوموتی لیکوال او کره کتونکی شو.
د دوست کیسې زیاتره د افغانستان په روانه غمیزه، چې له لسیزو راهیسې لاهم ولاړه نه ده، لیکل شوې، چې هر اړخ یې په خورا هنري او منلې ژبه انځور کړی. دده زیاتره کیسې، رښتنیې سوژې لري، چې دی یې ذهنا لیکنې ته چمتو شوی او د هنر خواږه یې ورسره ګډ کړي. دوست اوسنۍ لنډې کیسې نورې هم رالنډې کړي او د فیسبوک له لارې یې وخت ناوخت خپروي، چې کیسه ګۍ هم بلل کېدی شي. دوست لا هم ځوان دی او قلم یې په لاس دی، په راتلونکي وخت کې به خپل مینه وال په نورو هنري او ذوقي لیکنو هم یادوي. ښاغلی دوست د پښتو ژبې شاعر هم دی، خو دی زیاتره په نثر لیکنه کې د مینه والو له خوا لمانځل شوی دی.
ددوست اثار
• ترهګر ( د لنډو کیسو ټولګه)
• په قتل پښیمانه یم ( د لنډو کیسو ټولګه)
ژباړه:
• کرنیز اقتصاد
ناچاپ:
• د یوولس کلن مهاجرت یادښتونه
• د کالمونو ټولګه
• د شعرونو ټولګه
• د لنډو لیکنو ټولګه
د تفهیم القران تفسیر د شپږم ټوک کمپوز او ایډیټ
سپما
کټ کې ناست و. په څه خوارۍ یې د کوچني سوري له لارې خټینې خزانې ته پیسې غورځولې.
همزولي یې له پلاستیکي موټرو او تمانچو سره راغلل· خوا ته یې کېناستل· یوه ورغږ کړ:
بخیله، د اختر پیسې هم ساتې؟
ماشوم خپلو پښو ته وکتل او بیا یې ویل: درې ټایره بایسکل اخلم. له کله چې په ماین الوتی یم، بیرون ځای مې نه دی لیدلی. نور مې دې وړه کوټه کې زړه چوي.
عظمت هما مجاز
عظمت د پروفیسر محمد همایون هما زوی په ۱۹۷۷ع کال د پښتونخوا د مردان د بغدادې په هسکه مېنه کې زیږېدلی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په مردان ګورنمنټ های سکول کې وکړې او له پېښور پوهنتون نه یې په سول اینجنرۍ کې B.A وکړه. اوس مهال د اسلام اباد په هوايي ډګر کې دنده ترسره کوي.
عظمت د پښتو د لنډو کیسو ځوان لیکوال دی، چې په کیسو کې یې د اوسنۍ کیسه لیکنې ټول توکي په هنري کچ و مېچ ځای کړي او ده ته یې د پښتو ادب په روان هنري بهیر کې د ښه کیسه لیکوال نوم ورکړی دی.
اثار: پوره سړی( د لنډو کیسو ټولګه) /ګلونه پرهرونه( د سعادت حسن منټو د شاهکار لنډو کیسو ژباړه)/ د اقبال په شعرونو کې د یادو شاعرانو د شعرونو پېژندګلوي(اوردو تذکره) / ګل نغمه ( داوردو د نامتو شاعر اسرارالحق مجاز د ژوند و فن څېړنه).
شپه
تورولي لا د اتو کالو و، چې پلار یې د خاورو لاندې شوی و. د هغه د پلار دا ارمان و، چې زما زوی دې سبق ووايي او لوی سړی دې شي. خو د خدای او انسان ارادي یو شان نه وي. د تور ولي د پلار د مرګ نه پس د کور سمبالښت او د تورولي ساتنه د تاجبرو په اوږو وو. تاجبرو هم دا غوښتل چې د تورولي راتلونکی ژوند دې په ارام وي. هغې به په خپل ځان لوږې، تندې تېرولې خو خپل بچي له به یې ښه خوراک او د سبق د اخراجاتو دپاره پیسې پیدا کولې.
وايي چې چرته ډب وي، هلته ادب وي او د پلار دبدبه او غوسه ماشوم د کوتي لال نه لال کړي، خو د تورولي په سر د پلار سیوری نه و، هغه بې سره لوېیده. د مور پرېشانۍ د تورولي د بې سرۍ سره لازیاتېدې. هغه ته د مور خبره څه خبره نه ښکارېده. د مور سره روزانه بحثونه کول اوس د تورولي معمول جوړ شوی و. هغه به سکول ته هم ناوخته تلو. استاد به هغه هر وخت ډبوو. د استاد د روزانه ډبولو نه، هغه سکول پرېښودو او د کلي د بدکاره خلکو سره ملګری شو.
اوس به هغه وړې، وړې غلاګانې هم کولې. هغه به په ډېران د چا چرګه پټه کړه او خرڅه به یې کړه، یا به یې که د چا ماشوم سره اتانیز یا روپۍ ولیده، نو کتو سره به یې په خوله کې اوبه راغلې او ورغوټه به شو پرې. یوه ورځ هغه چا په غلا کولو ولیدو او ښه یې وډبولو او بیا یې مور له لاس نیولی راوسته. مور یې کوتک ته لاس کړ او چې یو څو ګوزارونه یې ترېنه په ملا وښکل، نو تورولي د مور د لاسه کوتک په زوره واخست او هم په هغه کوتک یې مور دومره ووهله چې دهغې د سر نه وینې راوبهېدې. چې تورولي دا وینې ولیدې، نو د وېرې نه یې منډه کړه او بیا کور ته رانه غی.
تورولي د کلي نه ښار طرف ته مخه وکړه. په ښار کې د خپل عادت نه په قلاره نه شو. د خلکو جیبونه وهل د هغه د کیڼ لاس کار و. هغه به ښار کې د خلکو جیبونه وهل او هم په دغو حرامو پیسو به یې خپله ګېډه ډکوله. په دې کار کې اوس د هغه پوره د لسو کالو تجربه وشوه. اوس هغه د ځوانۍ په ډګر پښه ایښودې وه. د هغه د ځوان زړګي لوی لوی ارمانونه وو. په لاره د جیب وهلو په ځای هغه په کورونو ډاکې اچول شروع کړل او په خپل مقصد کې به تل کامیاب و، هغه ځوان و، هغه په عیش و عشرت کې د خپل ژوند تېرولو ارماني و.
هغه د زرګونو روپو مالک شوی و. د کالو پترو نه یې کور ډک و. د ښه خوراکونو په وجه د هغه صحت ورځ تر ورځه ښه کېده. د هغه ملګري د هغه نه ډېر خوشاله وو. تورولي ډېر چالاک و. هغه خپل کار چاته نه ښوده او نه یې څوک ځان سره شریکول غوښتل. د هغه دې خوبۍ ، هغه د ډېران نه راوچت کړو او په محل کې یې کېنولو. هغه په ډاکه وهلو کې ماهر شوی و. هره ورځ به خلکو د غلا رپورټ درج کوو او په اخبارونو کې به خبرونه چاپ کېدل، خو د تورولي نیول ډېرګران و. څو څو پيری په هغه شک هم وشو، خود شک فایده ملزم ته رسي، د چا سره به څه ثبوت نه و، چې تورولي غل ثابت کړي.
یوه شپه چې دولس بجې شوې، نو تورولي د غلا په نیت له کوره ووتو. هغه د خپلې بې رزوګارۍ ختمولو دپاره روان و. هغه د سرمایه دارۍ د لعنت ختمولو دپاره روان و. هغه یوې ښکلې بنګلې ته ډېر په وستاکارۍ وردننه شو. د هغه خوش قسمتي وه چې، د بنګلې د شا نه د کمرې کړکۍ لرې وه. هغه خوشاله شو، چې کار بلکل اسانه دی. هغه په کړکۍ په مزه مزه واوړېدو. دهغه وړومبی نظر په پالنګ ولګېده، چې په کې یوه ښکلې جینۍ ویده وه. کمبل یې تر مرۍ پورې اچولې وه او نازک نازک سپین لاسونه یې په سینه ایښي وو. د اودې بلب تتې، تتې رڼا کې تورولي د جینۍ د حسن ننداره وکړه. د تورولي په زړه کې د هغې جینۍ د حسن جادو پوک وهه. په وړومبي نظر کې د تورولي د سینې نه زړه رابهر شو او د هغې جینۍ زړه سره وجنګېده. د تورولي په ذهن کې بې شمېره خیالونو ځای ونیوه؛ ډېر ساعت یې د خیالونو په سمندر کې غوپې وهلې. ناڅاپه د هغه خیالونه د هغه نه وتښتېده او پالنګ طرف ته یې قدم واخیست. د تورولي زړه رپېدل شروع کړل. هغه خپل لاس د جینۍ لاس ته نزدې کول غوښتل، خو وبه وېرېده او زر به یې خپل لاس راروستو کړه. د جینۍ ښایست د هغه نه خپله غلا هېره کړې وه. یو طرف ته د وېرې نه ډک ويښ انسان ولاړ و او بل طرف ته یوه معصومه، ښکلې پاکه جینۍ د خوبونو په دونیاګۍ کې مسته ګرځېده. یو طرف ته عشق و او بل طرف ته حسن و. یو طرف ته په انسان د حسن غشي ورېدل او بل طرف ته د حسن د تیرونو نه ډکه ملکه ملاسته وه. دا ځل تورولي خپل زړه کلک کړو او لاس یې د جینۍ له نازکو ګوتو سره وجنګوو. د هغې جینۍ لاس یې رو، رو او په وېره وېره، ځان طرف ته راواړوو، بیا یې خپلې شونډې په مزه مزه د هغې په تلي کېښودې، ډېر ساعت په داسې کولو تېر شو. د هغه زړه مینه غوښته. سوچه مینه، د هغه زړه وفا غوښته. هغه ډېر نا اشنا کار کولو والا و. هغه پیسو پټولو له راغلی و. خو د هغه زړه نن د پیسو په ځآی سالم جسم تښتول غوښتل. هغه غوښتل چې دا جینۍ زما کور ته راشي او ددې جینۍ کور ته راوستل د هغه په لاس کې و. هغه هم په هغه کمبل کې جینۍ راواخسته او ډېر په وستاکارۍ یې خپلې استوګنې له راوسته. هغه جینۍ لا هم هغه شان وده وه. هغه د خوبونو په دونیا کې ګرځېده. او اوس تورولي د هغې لاس بغیر د څه وېرې په خپل لاس کې نیولی و او په خیالونو کې ډوب و. شپه په سلګۍ وه. ملایانو بانګونه ویل شروع کړل؛ خو د بانګونو اواز د تورولي د خیالونو جال وشلوه. تیارو رڼاګانو ته په خیر راغلی ووی. د سحر نمر د شپې تیارې وزغلولې او رڼاګانې په هرځای خورې شوې، په دونیا یو نوی سحر راغی؛ د دونیا کارونه د خلکو په اوږو سواره شو؛ خو لا تراوسه پورې د تورولي په اوږو د خیالونو ښاپېرۍ سورې وې.
د هغې بنګلې، کومې کې چې د اغوا کیس شوی و، مالکانو نن د غلا په ځای د اغوا رپورټ درج کړو. د تاڼېدار په مخ د حیرانتیا کیفیت و. هغه هیڅ نه شو کولی؛ هغه چا له لاړ شي؟ دهغه شک بیا په تورولي راغی، خو دا شک د تاڼېدار د ذهن نه زر لرې شو، ځکه چې هغه ته معلومه وه، چې تورولي ډېر ځله په شک کې نیولی شوی دی، خو د ثبوت د نه ملاوېدو په وجه بیا بري شوی دی. هغه سوچ کوو، چې څه وکړي؟ د هغه په خیال کې به هر وخت تورولي مخې مخې ته کېده. خو زر به یې دا خیال د خپل ذهن نه وباسه. هغه لا سوچونه کول چې د ټيلفون ټلۍ وغږېده. هغه د خپل افسر د حکم مطابق خپل ماتحتان د شک کوونکو کسانو پسې واستول او خپله یې یو دوو پولیسانو سره د تورولي د کور لاره ونیوه.
تورولي لا هم هغه شان د خیالونوپه ټال زنګېده او جینۍ هم هغه شان وده وه. تاڼېدار د تورولي د کور ور وډبوو، خو تورولي د ور د ډبولو اواز وانه ورېده. بیا تاڼېدار ښه په زوره په تمبه راکېښودل او اوس دې اواز د تورولي د خیالونو جال وشلوه. هغه ګیرچاپېره وکاته. جینۍ لا هم هغه شان وده وه. نن تورولي هډو دا محسوسول نه چې زه یو غل یم او ما پرونۍ شپه کې څه کیس کړی و؟ هغه جینۍ ته هډو ونه کاته او د یو شریف انسان په شان ورله لاړو او د ور زنځير یې لرې کړو، چې تاڼېدار یې ولیده، نو ایله یې مازغه سر له راغلل، د هغه په مخ په وړومبي ځل خولې راماتې شوې. هغه په وړومبي ځل نن د وېرې نه خبرې نه شوې کولی او د تاڼېدار شک په تورولي پوخ شو. تاڼېدار سره د پولیسانو هغه کمرې ته ورننوته، کوم کې چې جینۍ ملاسته وه. تاڼېدار د تورولي په دې حرکت ډېر حیران شو.
تاڼېدار چې کمبل ته وکاته، نو کمبل ټول په وینو سور و. تورولي چې دا وکاته نو ډېر حیران شو، تاڼېدار کمبل لرې کړه خو د جینۍ تشی څېرلی شوی و، تورولي چغه کړه او هتکړۍ د هغه په لاسو کې واچولی شوې.
ګل رحمان رحماني
ګل رحمان رحماني د مولوي عبدالرزاق زوی، په ۱۹۸۶ع کال د افغانستان په مرکزي ولايت ميدان وردګو کې زېږېدلى. دى د همدې ولايت د چک ولسوالۍ د کولک کلي اوسېدونکى دى.
لومړنۍ، منځنۍ او د لېسې زده کړې يې په الجهاد ښوونځي، چک روزنتون او حضرت عمر فاروق لېسه کې کړي، د لېسې په ١٢ ټولګي کې و چې د ( سانده ) په نامه لومړۍ شعري ټولګه يې د ميديوټيک افغانستان له خوا خپره شوه.
يو کال وروسته د ننګرهار پوهنتون د ښوونې روزنې پوهنځي، پښتو ادب څانګې ته بريالى شو او دا پوهنځى يې د اول نومره کادر په توګه ولوست، ليکنې يې وکړې، فرهنګي فعاليتونه يې وکړل او په ۲۰۱۰ کال کې ترې فارغ شو.
په ۲۰۱۳ م کال د کابل پوهنتون په پښتو ماسټرۍ کې شامل او په ۲۰۱۵ کال ترې فارغ شو. رحماني اوس د بغلان پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد دی.
اثار:
۱- سانده (لومړۍ شعری ټولګه): د افغانستان علمي او ټولنيز مرکز( ميډيوټيک)، د وردګو ولايت علمي فرهنګي مرکز. چاپ کال.۱۳۸۲لمريز.
۲- زه اوته چې ماشومان وو(شعري ټولګه): لومړی چاپ –۱۳۸۵لمريز. افعان خپرندويه ټولنه دويم چاپ - ګودرخپرندويه ټولنه، ۱۳۹۱ لمريز.
۳- د ژوند لوبه (ژباړل شوي ناول): ګودرخپرندويه ټولنه، چاپ کال ١٣٨٨ جلال اباد، لمريز.
۴- تلپاتې درد (ادبي ټوټې): د صفاراډيو د خپرونو مديريت، چاپ کال ۱۳۸۹ لمريز.
۵- ګوره چې هېرمې نه کړې(تذکره): د پوهنتون د ټولګيوالو تذکره( له محمد واصل وصال سره ګډ اثر)، چاپ زيار: خپرندويه ټولنه . جلال اباد، چاپ کال –۱۳۸۹ لمريز.
۶- ښکلا(ناول): ګودرخپرندويه، ټولنه، جلال اباد، چاپ کال -۱۳۸۸ لمريز.
۷- وروستی فصل (لنډې کيسې): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال ۱۳۹۰ لمريز.
۸- مونوګراف ليکنه(څېړنه):ګودرخپرندويه، ټولنه ، چاپ کال -۱۳۹۰ لمريز.
۹- بې وطنه(لنډې کيسې): ګودرخپرندويه، ټولنه، چاپ کال -۱۳۸۹ لمريز.
۱۰- شړل شوی لمر: (ژباړل شوی ناول) ، ګودر خپرندويه ټولنه، ١٣٨٩ لمريز کال
۱۱- دازادۍ لېونۍ:(تاريخ ناول)، ګودر خپرندويه ټولنه، جلال اباد، چاپ کال ١٣٨٩، لمريز.
۱۲- مبادي حقوق ( ژباړه )، د استاد نصرالله ستانکزى مشهور اثر، چاپ کال ١٣٩١، ګودر خپرندويه ټولنه، جلال اباد.
۱۳- انتقام (ناول): ختيځ خپرنديه ټولنه، چاپ کال ۱۳۹۰ لمريز.
۱۴- مصرۍ پېغله (ناول): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال،۱۳۹۱ لمريز.
۱۵- خاورې اوبادونه(لنډې کيسې): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال -۱۳۹۱ لمريز.
١٦-د خپګان ورځې(ادبي ټوټې): ګودر خپرندويه ټولنه. چاپ کال، ١٣٩١ لمريز.
١٧-د مينې سفر( ناول ): چاپ کال١٣٩١لمريز، ګودر خپرنديوه ټولنه .
١٨- دعمومي ارواپوهنې ارونه( ژباړه ): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال، ١٣٩٠ لمريز.
١٩-کلمه داره روپۍ( تدوين ، چاپ او سريزه): ګودر خپرندويه ټولنه، چاپ کال ١٣٨٩ لمريز.
٢٠-لېونى سړى( ژباړه) جبران خليل جبران، چاپ کال١٣٩١ لمريز، ګودر خپرندويه ټولنه.
٢١-د مينې شهيدان( تاريخي ناول)،چاپ کال ١٣٩٢ لمريز، ګودرخپرندويه ټولنه.
۲٢-ته هغه نه يې چې مې خوب کې ليدې(شعري ټولګه)،۱۳۹٤لمریز کال، مومند خپرندويه ټولنه.
۲٣-د ستورو سيند( د پښتو شعر او شاعرۍ شننه) ۱۳۹٤لمريز کال، مومند خپرندويه ټولنه.
٢٤-سوځېدلې ځمکه(ادبي ټوټې) ١٣٩٤ لمريز کال. د ملي تحريک فرهنګي څانګه.
٢٥-د پښتو شعر اوسنى بهير( د ماسترۍ تيزس)١٣٩٤ لمريز کال. د ملي تحريک فرهنګي څانګه.
٢٦-زرلټون( کره کتنه) ١٣٩٥ لمريز کال، مومند خپرندويه تولنه، ننګرهار.
تر چاپ لاندې:
٢٧- له کړکۍ ها خوا(نړيوال ادبيات)، مومند خپرندويه ټولنه
٢٨- ادب او ټولنه( کره کتنه)، مومند خپرندويه ټولنه
٢٩-ټاګور پېژندنه( د رابندرانات ټاګور، ژوند، فکر او شخصيت)
قضايي لمونځ
موټر په خامه سړک ګړندى روان و، ټوله سپرلۍ وېرې اخيستې وه او د ماښام په خړه يې د موټر د ګروپونو په رڼا کې د سړک په چمپونو او ګردجنه هوا کې ترهېدلې سترګې ګنډلې وې.
د پاخه سړک نه له ګرځېدو وروسته د ځوان او ببرو وېښتو لرونکي موټروان په څېره کې هم يو ډول وېره حس کېده او په شاليد هنداره کې يې کوچنۍ سترګې بل ډول ځلېدلې، په وار خطايۍ يې د خپل ټونس موټر ګيرونه بدلول، لکه په کوم خطرناک سفر يا د جګړې لومړۍ ليکې ته چې روان وي.
په غرنۍ او دوړنه لاره هر بوټى او کاڼى په کمين کې د ناست کس غوندې ښکارېده، د سپرلۍ له منځه هر يوه په خپل نوبت په موټر وان زړه تش کړى و او له دې امله غوسه وو چې ولې يې د موټر عوارض په ښار او د موټرو په اډه کې نه نيول ، ولې يې دغه سيمې ته په ځنډ او ناوخته را ورسول او په لوى لاس يې د وسله والو غلو په خوله کې ورکړل.؟
موټر وان ددې ټولو په ځواب کې غلى و، لاسونه يې لا هم په مبلايلو او لوګيو ککړ وو، تر څه واټن وهلو وروسته يو وچ کلک وسله وال له يوې شېلې نه د پيري په څېر ناڅاپي راووت او موټروان ته يې د ټوپک په شپېلۍ د درېدو امر وکړ.
ټولو ناستو سپرو يو بل ته سترګې واړولې، له څه يې چې وېره درلوده ، همغه بلا پرې نازله وه، د سترګو په رپ کې پنځه شپږ نور وسله وال هم راووتل او د موټروان نه يې تر کيلي او اسنادو اخيستو وروسته د موټر ګروپونه غلي کړل، په موټروان يې دوه درې ګوزارونه وکړل او تپه تياره شوه.
له موټر وان وروسته هر کس په نوبت را کوزېده او ولاړو مول وهلو وسله والو غلو ته يې لومړى په خپله خوښه د جيبونو شيان سپارل ، بيا يې تلاشي ورکوله او يوې خواته درېدل، چا له وېرى سوڼ هم نه شو کولى، د غلو مشر هر څه له نظره تېرول او د سړک څنګ ته د تور څلي په څېر ګوته په ماشه ولاړ و.
د وروستي کس له تالاشي کولو وروسته يې بېرته ولاړو کسانو ته موټر ته د ختلو امر وکړ او موټروان ته يې هم له دروازې خلاصولو وروسته د موټر کيلي ونيوله .
واخله! چوپه خوله ورځه ، داسې وګڼه چې هېڅ دې هم نه دي ليدلي…
موټروان دهغه په لاس کې اسنادو ته وکتل ، يو قدم ور وړاندې شو او په عاجزانه لهجه يې وويل:
• سيب د موټر اسناد هم …
• هاهاهاها احمقه ! زه پور غواړم دى نور غواړي…
• نه سيب د اولادونو روزي مې ده، اصلي دي، خير دى ولې داسې …
د غلو مشر غوسه شو
• خېرنه! ستا له لاسه مو د ماښام لمونځ هم قضا کړ، زموږ د قضايي لمانځه يوه بدله خو بايد ادا کړې، موږ هم اخير اخرت لرو، حساب کتاب راسره کېږي.
---------
اخځلیک
د پښتو معاصر ادب تاریخ – فکري بدلون پړاو، محمد داود وفا، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد
د لیکوالو د پېژندګلوۍ په برخه کې لاندې اثار کتل شوي:
۱.پښتانه لیکوال، همېش خلیل، ۲۰۱۱ع، پېښور.
۲.دا لیکوال او دا څېرې، افضل ټکور، د چاپ او خپرونو دولتي کومېټه، ۱۳۶۶ل، کابل.
۳.ستوري د ادب په اسمان کې، محمد داود وفا، دانش خپرندویه ټولنه، ۲۰۰۰ع، پېښور.
۴.ځينو لیکوالو مخامخ د خپلو پېژندګلیو مسودې راسپارلي دي.