د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۲۶)
ویشنه:پښتو ادبیات
لیکوال:دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو معاصره دوره
فکري بدلون پړاو
۲۶مه برخه
پښتو ډرامه
په دوه نیمو لسیزو کې
هسې خو پښتو ډرامه ډېر پراخه څېړل غواړي او بحث پرې په کار دی، خو موږ د خپل چوکاټ مطابق د ډرامې وروستۍ دوه نیمې یا درې لسیزې سفر پېژنو. خو تر دې وړاندې د پښتو ډرامې د پیل په اړه یو څو لنډې خبرې.
ډرامه لیکنه هم له لویدیز ادب نه پښتو ادب ته راغلې. کله چې انګرېزان په لوی هند واکمن و، د شلمې پېړۍ په پیل کې له هنده اوردو ډرامه پېښور ته راغله او په سټېج واورول شوه، چې خلکو خوښه کړه. ددې ډرامې نوم « خواب هستي» و، چې د اغا حشر په نامه لیکوال لیکلې وه. دا د ۱۹۰۴م کال خبره ده. بیا د فضل علي شاه په نامه یو تن په پېښور کې تیاتر پرانیستو او له کوز هنده یې ورته لوبغاړي راوستل. دوی به په اوردو ژبه خاکه ډوله ډرامې وړاندې کولې. وروسته نورې کمپنۍ هم راغلې. چې په پښتونخوا کې یې ادا کاران وروزل او دغو ادکارانو بیا د پښتو ډرامو د وړاندې کولو ضرورت محسوس کړ، چې په ۱۹۰۶م کال کې د امانت لکهنوي په نامه دیوه اوردو لیکونکي د « اندرسبها» په نامه ډرامه پښتو شوه او په سټېج وچلېده.
په ۱۹۱۹ کې کله چې افغانانو له انګرېزانو سره درېمه جګړه وکړه اود امیر امان الله خان په مشرۍ یې بهرنۍ خپلواکي هم واخیسته. په پښتونخوا کې د انګرېزانو د واک پرخلاف روانه جګړه او تاو تریخوالی په یوه باقاعده حرکت بدل شو. چې دا د خان عبدالغفار خان(باچاخان) په مشرۍ لومړی د انجمن اصلاح افاغنه او بیا د خدايي خدمتګارۍ د تنظیم پرانېستل و. دغه خوځښت پوهېده، چې د پښتنو قبیلو له خوا له انګرېزانو سره جګړې نتیجه نه ورکوي، نو یې د عدم تشدد لاره ونیوه او هغه په ډموکراتیکه بڼه خپلواکي غوښتنه وه او ورسره د پښتنو باسوداه کول او تعلیم ته هڅول او د ټولنیز پرمختګ خواته ورماتول وو. په کابل کې د امیر امان الله خان په مشرۍ رژيم د پوهنې چارو ته پام وکړ او ماډرنیزم ته یې لارې پرانېستې. دا وخت مولوي صالح محمد هوتک « دیوه ورځ غیرحاضرۍ په نامه» یوه سټېج ډرامه ولیکله، چې د امیر امان الله خان په وړاندې په حبیبیه لېسه کې وړاندې شوه. ددې ډرامې یوه برخه د مولوي صالح محمد په کتاب کې هم راغلې. خو دا ډرامه خاکې ته ورته وه او د ډرامې ټولې فني خواوې یې نه لرلې.
له ۱۹۲۰ کال نه وروسته، په پښتونخوا کې په منظمه توګه ځوان باچا خان د پښتنو د ټولنیزې ترقۍ تګلاره جوړه کړه او د خدايي خدمت لپاره به یې په کلیو، بانډو او سیمو کې دورې کولې، څرنګه چې د تبلیغ بله کومه ذریعه هغه وخت نه وه، نو د باچا خان د خوځښت غړو د ډرامو، خاکو او شعرونو له لارې په جلسو او حجرو کې د خپل منشور تبلیغ پیل کړ. په دې کې یوه مهمه برخه د سټېج په سر د ډرامو ښودانه وه، چې ځینې وخت د خاکو(نندارو) په بڼه وه او ځينې وخت پوره ډرامې. اداکاران به یې هم په خپله د خان د انجمن غړي او خدايي خدمتګار وو. په دوی کې چې چا لومړی ډرامې لیکلي او خلکو کتلي، هغه عبدالاکبرخان اکبر و. ده اول ځل په ۱۹۲۶م کال د « زمیندار» په نامه ډرامه د پښتنو په یوه جلسه کې په سټېج وښوده. بیا یې په ۱۹۲۷م کال د « تربور» په نامه بله ډرامه د اوتمانزو په ازاد سکول کې د کلیزې غوندې په وخت نندارې ته وړاندې کړه، خو ددې ډرامې په تمثیل کې درې یتیمان وو، نو په « درې یتیمان» مشهوره شوه. مرحوم عبدالخالق خلیق د ازادۍ جنګ په نامه په خپل کتاب کې لیکلي، چې په اوتمانزو کې دوه ورځې جلسه وه او په لومړۍ ورځ یوه ډرامه وړاندې شوه، چې لیکوال یې نامعلوم دی او په بله ورځ عبدلاکبرخان اکبر ډرامه وړاندې کړه. په دې توګه د خدايي خدمتګارو د جلسې د وړومبۍ ورځې ډرامه لیکونکی معلوم نه دی، خو د دویمې ورځې د ډرامې لیکونکی عبدالاکبرخان اکبر و، چې تربور ډرامه یې وړاندې کړه. په دې پسې عبدالاکبرخان اکبر نورې ډرامې هم ولیکلي او په سټېج یې وړاندې کړې. تعلیم جدید او تهذیب جدید دده بله ډرامه ده، دریمه یې جونګړه نومیږي، چې ځينې یې د خدايي خدمتګارۍ په پښتون مجله کې هم خپرې شوې دي.
په دې پسې بیا د میا عبدالرازق په نامه دیوه لیکوال ډرامې په پېښور اسلامیه کالج کې سټېج شوې. چې د جنت ماڼۍ او خانک جارو نومیږي. بیا امیر نواز جلیا، عبدالخالق خلیق، سید بهادرشاه ظفر کاکاخېل، اسلم خټک، عبدالکریم مظلوم، ، قاضي رحیم الله ، عبدالله جان اسیراو فضل رحیم ساقي بېلابېلې ډرامې ولیکلې او په سټېج وړاندې شوې.
په ۱۹۳۵کال چې په پېښور کې د ال انډيا راډيو سټېشن فعال شو، په پيل کې به په کې ډرامې په مخامخ بڼه ویل کېدې. دا ډرامې به امیر حمزه شینواري، عبدالکریم مظلوم، داود شاه برق او سمندرخان سمندر د بدرښو لیکلې. د هند او افغانستان تر وېش وروسته نور لیکوال هم پېښور راډيو ته ورغلل او ډرامې یې خپرې شوې. په دغو کې میا سید رسول رسا، اجمل خټک، یوسف اورکزی، عبدالله جان مغموم، رضا مومندي، رحمان کاکاخېل، ایاز داودزی، مراد شینواری، خیال بخاري، عبدالله جان اسیر رشید علي دهقان ، اشرف دورانی او نور مهم کسان وو، چې ډرامې به یې لیکلې او خپرېدې به.
بیا پېښور ته د ګرامو فون په نامه یوه آله راغله، چې د کېسټ په بڼه به یې درې دقیقې په یوه مخ او درې په بل مخ غږ ثبتولو. امیر حمزه شینواري به له پېښور راډيو پرته ازادو کمپنیو ته هم د خاکو په بڼه ډرامه ګۍ لیکلې او په دغه درې او شپږ دقیقو ګرامافون کې به ثبتېدلې. له دغو ډرامګیو سره به موسیقي هم وه. حمزه شینواري هم کمپنیو ته او هم پېښور راډيو ته ګڼې دا ډول د خاکو په بڼه ډرامه ګۍ لیکلي، چې د پېښور راډيو په ارشیف کې اوس هم شته.
تر ۱۹۹۲ع کاله پورې چې په پېښور راډيو کې کومو لیکوالو ډرامې لیکلي، له پورتنیو یادو شویو لیکوالو پرته د هغو نومونه دادي:
خیال بخاري، عمر ناصر، زیتون بانو، نثار محمد خان، ارباب عبدالودود، نثار مظلوم، ذکیه حلیم، ولي محمد خلیل، محمد افضل رضا، مشتاق احمد مشتاق، سعدالله جان برق، محمد همایون هما، محمد اشرف مفتون، ایوب صابر، اشرف دورانی، مس زاهد، حلیم قرېشي، عطامحمد خان خلیل، یونس قیاسي، محب الله شوق، عبدالله جان مغموم، مختار احمد زاهد، لطیف وهمي، خالقداد امېد، سید سردار باچا، سیف الرحمان سید، رضیه بټ، ربنواز نواز، ایس. ایم. رشید علي، ایچ. ایم ادریس، جمیل بنګش(ژباړن)، شاه افضل، جان محمد زلمی( ژباړن)، سردار خان فنا، عرفان الله عرفان، احسان دانش، فضل باقي، افتخارالدین، ارباب عبدالوکیل، امین الله امین، ګل افضل خان، حافظ محمد ادریس، سیده ناز جاويد، سید تقویم الحق کاکاخېل، ساحر اپريدی، قلندر مومند، محمد اعظم اعظم، شېرمحمد کامران، محمد اکبر اکبر، شرف الدین مخلص، عبدالرسول امین، بهارالدین، بېګم ای ار داود، سيد مظهرشاه کاکاخېل، ایس ای رحمان، ادیب سرحدي، ولي الله د نوښار، سراج محمد خټک، عبدالله جان اسیر، ایاز داودزی، نورالبشر نوید، احمد امین امین، رحمت شاه سایل ، عشق حسېن اکبرپوروي، سید شهزاد باچا، او نور.
ها خوا ته په کابل کې په ۱۹۲۱ع کال د مولوي صالح محمد هوتک تر ډرامې او نندارې وروسته، د راډیو د خپرونو په منظمېدو او پراخېدو (۱۹۴۱ع) د ډرامه لیکنې کار پیل شو. لومړی به ډرامې په راډيو کې هم د سټډيو د مایک په وړاندې مخامخ ویل کېدې او له ثبت پرته به خپرېدې، د ثبت کار ډېر وروسته پیل شو. په دې ترڅ کې د کابل نندارې په نامه تیاتر ته هم یو شمېر لیکوالو ډرامې ولیکلې.خو په کابل کې پښتو ډرامې هغومره چټکه وده نه ده کړې، لکه په پېښور کې.
په کابل کې د ټلوېزیون د جوړېدو تر وخته(۱۹۷۸ع)، چې دلته کومو پښتنو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلي، په راډيو کې اورول شوي او مسودې یې شته او په کتابونو کې چاپ دي. دهغو لیکوالو نومونه دادي:
عبدالرحمان پژواک، عبدالرووف بېنوا، قيام الدین خادم، محمد دین ژواک، محمدګل نوري، محمداکبر پامیر، صدیق الله رښتین، خالد روښان، غلام رحمان جرار، محمداعظم ایازي، محمدنادر ایوبي، عبدالله بختانی، نورمحمد تره کی، جان محمدپکتیانی، غوث خیبری، ننګ یوسفزی، قتیل خوږياڼي، عبدالجلیل وجدي، عبدالمنان ملګری، نصرالله حافظ، امین افغانپور، مننون مقصودي، ف فضلي، نام حق ځيرک، حببیب الله رفیع، کاتب پاڅون، محمود فاراني، اکبر کرګر، بریالی باجوړی، پروین ملال، سیدجان ملال، امین نظري، شهسوار سنګروال، بسم الله جان کمکی او نور.
ډرامه لیکنه له ۱۹۹۲م وروسته:
د ډرامې لیکنې په کار کې چې کومه لړۍ له ع مخکې روانه وه، هماغې دوام موندلی. په پېښور کې نور زلمي لیکوال هم د ډرامه لیکنې ډګر ته راووتل. دوی پېښور راډيو او ټلوېزیون دواړو ته ډرامې لیکلې. ورسره شخصي کمپنیو هم د رسنیزې ازادۍ له مخې په ازاده توګه ډرامې لیکلې او خپرولې. چې لومړی په ویډيويي کېسټو او بیا په سي ډي او ډي وي ډي کیسټو کې د خپراوي جوګه شوې. او اوس خو په یوټيوب کې هم خپرېږي.
له بلې خوا په کابل کې د ۱۹۹۲کال اوښتون، چې د پېښور مېشتو افغان مجاهدینو په لاس د کابل او په عمومي توګه د ټول اوسني افغانستان نیول و، نه یوازې د ډرامې لیکنې کار په کابل کې ودراوه، لا چې د ژوندانه ګڼې نورې چارې هم ورسره ټکنۍ او ځنډنۍ شوې. دا وخت کورنۍ جګړې ونښتې، راډيو اوټلوېزیون د افغانستان د نورو فرهنګي موسسو په شان له سقوط سره مخ شو. وسایل یې چور شول او یا مات او ویجاړ شول. ډرامه لیکونکي تر هېواد دننه او بهر کډه کولو ته اړوتل. ځينې مړه شول. او آن تر ۲۰۰۱ پورې چې لویدیزو ځواکونو پوځي مداخله وکړه، د ډرامه لیکنې او خپراوي کار له ډېر ناوړه حالت سره مخ و.یو شمېر ډرامه لیکوال چې د کورنیو جګړو له امله له کابله پېښور ته بې ځایه شول، هلته د BBC راډیو په ۱۹۹۴ع کال کې د نوي کور- نوي ژوند په نامه د راډيويي ډرامه لیکنې د ثبت او خپراوي لړۍ پیل کړه، چې یو شمېر ورغلي افغان ډارمه لیکوال یې بېرته راټول کړل او زیات وخت به دا ډرامې د پېښور په راډيو سټېشن کې ثبتېدې. دلته وه، چې د کابل او پېښور ډرامه لیکوال یو ځای شول او یو بل یې وپېژندل. نوی کور- نوی ژوند ډرامه تر۲۰۱۷م کال پورې (۴۰۰۰) برخې لیکل شوي، ثبت شوې او خپرې شوې دي. تر ۲۰۰۲م کال وروسته ددې ډرامې د لیکنې او خپراوي چارې له کابله پیل شوې. دغسې ددې ډرامې لیکلې او تصویري بڼه هم له ۳۰۰ ګڼو په زیاتو رسالو کې خپره شوې ده. دا ډرامه په دري ژبه هم په موازي توګه لیکل شوې او په راډيو او رسالو کې خپره شوې ده.
په افغانستان کې تر وروستي اوښتون وروسته یو ځل بیا راډيو او ټلوېزیون فعال شول او ځينې مخکیني لیکوال بیا په کار ولګېدل او نوی ځوان کول هم ډګر ته راووت. که څه هم په کابل کې تر ۲۰۰۱ کال وروسته بیا تر (۲۰۲۱) کال پورې د ډرامې لیکنې دود ډېره پراختیا ونه شوه موندی، بیا هم یو شمېر ډرامې ولیکل شوې او خپرې شوې. دا وخت نو د رسنیزې ازادۍ خبره د ټول هېواد په سطحه مطرح شوه او دافغانستان په ولایتونو کې هم زلمیو لیکوالو په شخصي توګه د ډرامو او فلمونو د لیکنې او خپراوي کار پیل کړ. که څه هم چې دا هڅې دېرې منظمې نه دي او هره لیکل شوې او خپره شوې ډرامه له ستونزو خالي نه وه، بیا هم د یو پرمختګ پیل و او دا حالت تر۲۰۲۱ع اګست پورې روان و، تر اګست وروسته چې د افغانستان جمهوریت سقوط شو، د ډرامه لیکنې فن هم بیخي کمزوری او د نشت برابر شو.
تر ۱۹۹۲ع کال وروسته چې په پېښور او کابل کې ځينو نیمزالو(هغوی، چې تر ۱۹۹۲ع کال مخکې یې ډرامه لیکنه پیل کړې وه) او ځوانو لیکوالو د ډرامه لیکنې لړۍ همداسې روانه وساتله، دهغوی نومونه دادي:
په پېښور کې:
مجید الله خلیل، نور البشر نوید، ګل محمد بیتاب، محمد اقبال حیران، فریدالله شاه حساس، محمد امین امین، ساحر اپریدی، یونس قیاسي، رحمت شاه سایل، محمد همایون هما، محمداعظم اعظم، سید حسینه ګل، محمد همایون هما، سعدالله جان برق، صاحب شاه صابر، طاهر بخاري، زوبیر حسرت، لایق زاده لایق، خالقداد امېد، زاهده تنها، سیف الرحمان سید، سید ممتاز علي شاه، اشفاق خلیل، اسیرمنګل، سیدعطیه پروین، همایون همدرد، مشتاق شباب، عارف شفیع، عتیق الله شېخ، عظمت همامجاز، کوثر نګار، خالد سهیل ملک، نذرمحمد اونور.
او د کابل په لیکوالو کې بیا:
عبدالمنان ملګری، شهسوار سنګروال، بسم الله کمکی، کاتب پاڅون، شریفه پاڅون، نام حق ځيرک، انجینر ستانه میر زهیر، حفیظ الله تراب، بریالی باجوړی، اکبر کرګر، علم ګل سحر، پیرمحمدکاروان، او نور.
د پښتو په معاصره ادبي دوره کې په لومړي، دویم، درېم او وروستي پړاو کې د ډرامو لیکل شوي او خپاره شوي اثار په لاندې کرښو کې له دې امله ټول وړاندې کوو، چې د معاصر ادب په باب په مخکنیو لیکل شویو اثارو کې یې په اړه لږې یادونې راغلي. د پښتو معاصر ادب له پیله بیا تر (۲۰۲۱) پورې د ډرامو خپرې شوې مجموعې دادي :
تعلیم جدید او تهذیب جدید: عبدالاکبرخان اکبر، ۱۹۲۷م، پېښور
تربور: عبدالاکبر خان اکبر۱۹۲۸م، پېښور
درد: امیر نواز جلیا، ۱۹۳۲م، پېښور
خدايي خدمتګار: فضل کریم د پبو، ۱۹۳۲م، پېښور
جونګړه ( د مظلوم دونیا): عبدالاکبرخان اکبر، ۱۹۳۴م، پېښور
شهیده سکینه: عبدالخالق خلیق، ۱۹۳۵م، پېښور
خدايي خدمتګار: عبدالاکبرخان اکبر، ۱۹۳۸م، پېښور
خوږ ژوندون: عبدالخالق خلیق، ۱۹۳۹م، پېښور
قتل او قاتل: تاج علي خان، ۱۹۳۹م، پېښور
د وینو جام: اسلم خټک، ۱۹۴۱م، پېښور
شیشکه: رضا مهمندي، ۱۹۴۰م، پېښور
سپېره مرګی: فضل رحیم ساقي، ۱۹۴۶م، پېښور
دخیبر اواز:جارډين ایم.ای/ ژباړن، نصرالله خان نصر، ۱۹۴۶، پېښور
د مزدور دونیا: سعادت خان جلبل، ۱۹۴۸م، پېښور
دوه بنې: نصر الله خان نصر، ۱۹۵۱م، پېښور
د مینې شهیدان: میراجان سیال ۱۹۵۳م پېښور
درس عبرت: امیر نواز جلیا، ۱۹۵۴م پېښور
نیمګړی خوب: ایس. ای. رحمان، ۱۹۵۵م، پېښور
حیدر: اشرف مفتون، ۱۹۵۸م، پېښور
هېنداره( څه برخه): زیتون بانو، ۱۹۵۸م، پېښور
تغمې: محمد ابراهیم شبنم، ۱۹۵۸م، پېښور
کلیمه داره روپۍ: عبدالرحمان پژواک، ۱۹۵۸م، کابل
نوی سحر: مبارک سلطانه شمیم، ۱۹۵۸م، پېښور
د ژوند ملګری: احمدګل، ۱۹۵۸م، پېښور
نوې روشني: قاضي رحیم الله، ۱۹۵۸م، پېښور
اور اوبه: ایس.ای. رحمان، ۱۹۶۰م، پېښور
توره چې تېریږي: محمد افضل رضا، ۱۹۶۴م، پېښور
خوږ ژوند: عبدالخالق خلیق، ۱۹۶۴م، پېښور
لشې: محمداعظم اعظم، ۱۹۶۴م، پېښور
چهرې(څېرې): عبدالکریم مظلوم، ۱۹۶۵م، پېښور
ګناه د چاده؟: افضل رضا، ۱۹۶۶، پېښور
تربور: رحیم شاه نسیم، ۱۹۷۱م، پېښور
تربور عرف دونیا: ایس ای رحمان، ۱۹۷۱م، پېښور
د بې ارزۍ کچکول: افضل رضا، ۱۹۷۱م، پېښور
د ژوند دوزخ: میا سید رسول رسا، ۱۹۷۳م پېښور
پړونی: محمد اقبال حیران، ۱۹۷۳م، پېښور
سرې لمبې: سید رسول رسا، ۱۹۷۴م، پېښور
رنګارنګ ګلونه: میا سیدرسول رسا، ۱۹۷۵م، پېښور
رواج: افضل رضا، ۱۹۷۶م، پېښور
کلۍ ګلونه: منظر فریادي، ۱۹۷۹م، پېښور
ډرامه ګۍ: ګل افضل خان، ۱۹۸۰م، پېښور
شلغاتی: پیرګوهر، ۱۹۸۰م، پېښور
درشهوار: عبدالروف نوشهروي/محمدیوسف کاکاخېل، ۱۹۸۰، پېښور
کاینات: سیف الرحمان سید، ۱۹۸۱م، پېښور
تنازغه: عبدالحنان شوق، ۱۹۸۲م ، پېښور
کویېدن: اسیر منګل، ۱۹۸۲م، پېښور
کډه په سر: خالقداد، امېد، ۱۹۸۵م، پېښور
زما ارمان : ای. زیډ. نسیم، ۱۹۸۷م، پېښور
زوړ ګنهګار: عبدالرووف بېنوا، ۱۹۸۸م، کابل
ګل نسا : میا عبدالرازق، ۱۹۸۹م، پېښور
د مجاهد عسکر مینه: بادام ظریفي، ۱۹۹۰، پېښور
ضدیان: نثار مظلوم، ؟، پېښور
فریدخان: فلک نیاز نیاز، (؟) پېښور
تر ۱۹۹۱م کال وروسته بیا دا مجموعې چاپ دي:
کچکول: زیتون بانو، ۱۹۹۱، پېښور
راجکماري: میاعبدالرازق، ۱۹۹۲م ، پېښور
حاجي میرویس خان: بلال بری، ۲۰۰۱، پېښور
پړونی: محمد اقبال حیران، ۲۰۰۲، پېښور
بښنه: محمد اقبال حیران، ۲۰۰۲، پېښور
ډالري معاش: ایمل پسرلی، ۲۰۰۴م، کابل
پرېوتې څېرې: حفیظ الله تراب، ۲۰۰۵م، کابل
ښکلا: ایاز داودزی، ۲۰۰۷ م، پېښور
کرښې(شپږډرامې): ارباب عبدالوکیل، ۲۰۰۸م، پېښور
زړونه یو شول: محمد اقبال حیران، ۲۰۱۰ م، پېښور
درې قیصې(دوه ډرامې): فضل رحیم ساقي، ۲۰۱۳م، پېښور
تماشې: ډاکټر محمد زوبیر حسرت، ۲۰۱۴م، پېښور
د پړانګ پرځای: حفیظ الله تراب، ۲۰۱۵م، کابل
یادښت: د پښتو په مخکنیو چاپ شويو مجلوکې، لکه: نن – پرون(ډيلی)، قند، لار، پښتون، ښکلا، غونچه، د پېښور درسي پښتو کتابونو، اسلم، پښتو، تاتره اوځينو نورو خپرونو کې هم د بېلابېلو پښتو ډرامه لیکونکو ډرامې( کله کله قسط وارې) چاپ شوي، چې دلته یې تفصیل نه ځاييږي.
ځينې نامتو ډرامه لیکوال:
ګل محمد بیتاب
ګل محمد بیتاب د سلطان محمد زوی د ۱۹۶۷ع کال د فبرورۍ په نهمه د پېښور په څمکنو کې زیږیدلی. لومړنۍ او مډل زده کړې یې په خپله سیمه کې کړي او تعلیم یې BA دی.
بیتاب شاعر و لیکوال دی. خو دی ډرامه لیکونکی او ادبي مبصر هم دی. ډرامې او ادبي لیکنې یې د پښتونخوا په رسالو، مجلو او اخبارونو کې چاپ شوي. یو وخت یې د پېښور په ځينو اخبارونو کې پښتو ادبي پاڼې هم چلولي او په مستقله توګه یې دا اثار چاپ دي:
قافله( شاعري)/ سوره (ډرامه)/ بڅري بڅري( شاعري)/ تکلونه / نوموړي شخصیات
ګل محمد بیتات پېښور راډيو ته ډرامې هم لیکلي، په دې کې عامې ډرامې هم شته او طنزي هم. دده ډرامې د پېښور د پښتنو له چاپيریال سره په مناسب ډول لیکل شوي، چې د ولس او خلکو هیلې او غوښتنې او د عام ژوندانه دودونه او رواجونه په کې بیان شوي دي.
دلته یوه وړه نمونه وړاندې کوو:
وزګاره بي بي
لیکوال: ګل محمد بېتاب
پروډيوسر: رشید احمد
یادښت: دا کاميډي راډيويي ډرامه ۵ قسطه ده، د ټولې ډرامې لیکل دلته نه شي کېدی، خو یوازې اوله برخه یې د نمونې په توګه لیکو:
ضمیرګل ( خندا شان کې): ګل اندامې د اطبیعت شریف دې ولې داسې خټه دی؟ سم په تندي دې مټاک غوز ماتیږي....
ګل اندامه (غوسه شان): طبیعت به مې خراب نه وي، چې ستا یو درځن خویندو کې یوه هم رانه غله!
ضمیرګل( طنزیه انداز کې): ولې نو په هغوی څه کوې، هغه خو ستا داسې بدې شي، لکه دوښمنانې، په هغوی څه کوې؟
ګل اندامه( طنزیه انداز کې): اچار ترې جوړوم، اچار
ضمیرګل( خندا شان کې): سمه خبره وکړه مړې، ویل څه غواړې، خبره څه بل څه ده؟
ګل اندامه : ویم یوه خور دې هم رانه غله، چې ما سره غم شریک کړي.
ضمیر ګل ( حیرانۍ کې): د څه غم؟ ....ما خو هم څه پوه کړه کنه؟
ګل اندامه ( غوسه کې): د پذیري غم یادم... تا نه جوړ هېر شو...او....او...
ضمیرګل : ښه ... ښه اوس پوهه شوم، نو دهغه د مرګ خو درې میاشتې وشوې، اخر تر کومې به راځي...
ګل اندامه : ویمه بله ورځ مو د کراچۍ نه د ناسکه مور ورندارانې را روانې دي...
ضمیرګل (حیرانۍ کې): نو راځي دې کنه... دې کې زما خویندو ته کوم حاجت دی؟
ګل اندامه : ویم چې راسره یې د هغه مېلمنو په وړاندې ژړلی وی، نور پرې څه کوم!
ضمیرګل( خندا کې): یه خدایه تاته مې دې توبه وي توبه، اوس د مکر ژړا له اشرونه کوې؟
ګل اندامه ( طنزیه) : او ...او ... د هغوی څه وو، چې ورپسې وژاړي، غم خو زما په سر دی.
ضمیر ګل: او ستا څه وه؟
ګل اندامه: زما د مور د ترور د زوی زوی و، نېزدې خپل مو و کنه.
ضمیر ګل: (طنزیه انداز کې) : ویم دا هم ښه ده، چې په مرګ خو مو ورته خپل ووی، ګنې نو هغه غریب خو، ستاسو د لاسه ګور ته زرې زرې لاړو.
ګل اندامه( غوسه کې): ولې ولې مونږ ورسره څه چل کړی دی؟
ضمیر ګل ( طنزیه انداز کې): ویم تاسو ورسره څه نه وو کړي؟ یاد دې شي، هغه یو ځل چې دې د مور نه د منږکانو د کور کمان غوټه پټه کړې وه، نو د کوره یې شړلی و.
ګل اندامه: دا خو یې د هغه د اصلاح دپاره دا کار کړی و.
ضمیر ګل( طنزیه انداز کې): او هغه یو ځل چې یې سپي ته یوه ټوکړه ډوډۍ اچولې وه، نو څومره دې رټلی و، بلکې غریب دې په کپره کپره وهلی و او کېدی شي، چې لا هم ددې نه مړ وي؟
ګل اندامه ( غوسه کې) : ویم دغه کار مې هم ستا دغمه کړی و، ما وی نادیده سړی دی، هسې نه چې په دې کور په سر راواخلي.
ضمیر ګل: هسې یوه خبره ده، په دې کې هم څوارلس کاله قید دی، هله چې د پانسۍ نه بچ شې نو...
ګل اندامه: څه دې ووی، ژړا... غوسه، ښه ځه اوس به دې پوهه کړم.
ضمیر ګل: ای زما سر مه وهه...هغه د خپل ویر غم وکړه ګنې نو....
[ ددې ډرامې پوره برخې په « پښتو ډرامه: فن، پلټنه او کتنه» د رشید احمد لیکلي کتاب (۲۰۱۶م پېښور) کې کتلی شئ ]
حفیظ الله تراب
حفیظ الله تراب د مېرزا حبیب الله زوی په ۱۹۶۲ع کال د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد کې زیږېدلی. لومړنی زده کړې یې د پلار د رسمي دندې له مخې په اورزګان ولایت کې وکړې او بیا د ننګرهار د اخوند کلا او مرادعلي صاحبزاده لېسو ته راغی. له دې ځایه د لغمان روښان لېسې ته لاړ او کله چې یې له دوولسم ټولګي د فراغت ازموینې وې، پر وطن د وحشت سیلۍ راخوره شوه او دی په کې پېښور ته بې ځایه شو. هلته یې په بېلابېلو موسسو کې هم زده کړې وکړې او هم یې دندې. بیا په ۱۹۹۲ع کال بېرته ننګرهار ته ستون شو او په ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې زده کړې ته کېناست. په ۱۹۹۸ع کال له دغه پوهنتون نه فارغ شو او په ابرار موسسه او ځينو نورو موسسو کې فرهنګي کارکوونکی شو.
تراب د لنډو کیسو، طنز او ډرامو نامتو لیکوال دی. په تېره په ډرامه کې د ښې لیکنې خاوند دی. ده په لسګونو ډرامې لیکلي، چې ځينې یې په ويډيو بڼه ریکارډ شوي او ځينې یې لا پاتې دي.
چاپ شوي اثار:
د لنډو کیسو ټولګې: ورکه، د پرښتې ځواب، سلګۍ په لوېدیز کې، طلايي مرغان، ژوندی مړی، رومانټيک منیجر، ریالېست جاسوس، اوښکې (شریکه ټولګه).
د ډرامو ټولګې: پرېوتې څېرې، د پړانګ پر ځای
ژباړل شوي اثار: چېرته چې ساه پوه نه وي (له انګليسي نه)، پر ټولنې ولاړه بیا رغونه (انګلیسي)، د افغانستان اوسنۍ او پخوانۍ پولي (دري)، د يوولسم ټولګي تاريخ (دري)، د کمپيوټر اساسات (دري) موسساتو ته له انګلیسي نه د ګڼو پالیسیو ژباړې.د هېواد اتلان جېبي اثر
فلم شوې ډرامې:
په خدای يې وسپاره، پرېوتې څېرې، محلونه، څپې، دنیا، زنځیرونه، پښتنه، د پاڼ پر غاړه، د پړانګ پر ځای، خپلې مټې، سلام دیارلس قسطه تلوېزوني سیریال، ګويټه انستیتیوت او د رڼا پر لور مستند فلمونه، په لسګونو تلوېزوني کلیپونه، د ګڼو پالیسیو لیکل. په لسګونو راډیويي او د سټېج ډرامې، د ډالۍ مجلې د (۳۴) ګڼو چاپ او مدیریت
پر ګلاب دې مرغلرې (شعري ټولګه).
د اطلاعاتو کولتور وزارت ته (۲۴) قسطه سیریال لیکل (ګلاجان مادوري) چې فلم شوی لا نه دی.
ناچاپ:
ارمان (د هند یونلیک)، په افغانستان کې جنډر
او اوس دده د یوې ډرامې نمونه:
د پړانګ پر ځای
کرکټرونه
ـ اشرف: مرکزي کرکټر. له ۲۵ـ ۳۰ کلونو پورې يو متفکر او با احساسه ځوان، چې د ټولنې د اجتماعي عدالت له بهير نه سخت خوابدی او ناراضي وي.
ـ زمری او ګيدړ هغه مرکزي کرکټرونه، چې خبرې يې بايد په دوبله کې تر سره شي.
ـ د تلوېزون مشر د پاخه عمر لوکس سړی.
ـ يو سپېڅلی سپين ږيری.
ـ سوالګره ښځه، وړوکی ماشوم، کمره وال، د ژوبڼ مسوول او فرعي کرکټرونه.
یادونه: د دې ډرامې د ډایرېکشن ګڼې برخې د دې لپاره حذف شوې، چې د کتاب حجم ډېر نه شي.همدارنګه ډېره برخه يې داسې لیکل شوې، لکه موږ چې خبرې کوو، نه داسې چې څه لیکو.
لومړۍ صحنه:
ځای: ښار.
وخت: ورځ.
لوبغاړي: اشرف او يوه سوالګره ښځه، چې ماشوم زوی يې په بد حالت کې په غېږ کې پروت وي.
( اشرف لوڅ سر، يو ډبل کتاب يې په لاس کې او تور پټو يې له ځانه تاو کړی په ښار کې روان وي. تر يو څو ګامونو وروسته سوالګره ښځه وويني. هغه د سوال لپاره لاس ور اوږد کړي. اشرف ودرېږي، د ماشوم بد حالت ووينې، له جېب نه روپۍ راوباسي، ور يې کړي، خو همدې وخت کې د لویو چارواکیو دوه ډېرې لوکسې موټرې د دوی له څنګه تېرې او د سرک خټې او اوبه پر سوالګرې وشیندي.)
دويمه صحنه:
ځای: ښار.
وخت: ورځ.
لوبغاړي: اشرف، يو سپين ږيری، يو ځوان لوکس هلک او يو سپی چې زنځير او پټۍ هم ولري.
( د یوه چارواکي لوفر زوی چې سور کميس او کوبای پتلون يې اغوستی او د زنې سره يې د يوه کوچني چاکلېټ په اندازه ږيره وي، له يوې لوکسې مغازې نه له يوه ساتل شوي سپي سره راووځي. د هلک په لاس کې کېک هم وي. بيا دې يو غريب سپين ږيری، چې په بد حال وي، وښودل شي. ځوان هلک کېک د سپي خولې ته ونيسي او په مينه يې ورکوي):
ځوان هلک
ـ وخوره زمريه!
وخوره!
ځوان
ـ رېډ بول سکې؟
( د سپي له خولې نه يوه روغه ټوټه کېک ولوېږي، هلک رېډ بول هم ورکړي، سپی يې ونخوري، ترې پاتې شي، سپین ږیری ورشي، له سپي پاتې شوی کېک راواخلي، زړه يې وي، چې ويې خوري، اشرف سخت غمجن شي اسمان ته وګوري او هغه ورته داسې ښکاري، لکه ټوله نړۍ چې پرې چورلي، د اشرف په مخ کې هيجان پيدا شي، له ښاره منډه کړي).
درېيمه صحنه:
ځای: په يو ډاګ ( دښته ) کې د پاڼ سر.
وخت: ورځ.
لوبغاړي: اشرف.
( لومړی دې په ډاګ کې يو بوټی وښودل شي)
اشرف
ـ ای کاڼو! تاسې څومره ښکلي ياست!
که انسانم راوانخلي، نو د چا په تندي به کله هم په خپله و نه نښلئ!
ای د ډاګ بوټو!
تاسې کې خو هېڅ بدي نه شته.
که هغه مو راوانخلي، نو کله به هم د چا په تندي په خپله ونه نښلئ.
خو هغه ستاسې غوندې نه دی
د هغه له زړه نه رحم کډه کړې ده.
ما له هغه نه تاسې ته پناه راوړې ده.
زه نور له تاسې سره اوسېږم.
زه به تاسې ته له هغه نه ډېرې ګيلې وکم.
ای دښتې! ما په خپلې لمنې کې راونغاړه.
زه له تا نه بل چېرته نه ځم.
څلورمه صحنه: (خوب يا فلش فارورډ).
ځای: يوه لويه وياله، چې په غاړه يې شنې ونې هم ولاړې وي.
وخت: سهار وختي.
لوبغاړي: اشرف او يو ډېر پاک سپين ږيری، چې اوږده ږيره، سپېڅلې څېره او سپين اوږد کميس يې اغوستی وي.
(اشرف ډېر غمجن ونې ته ډډه وهلې وي او اوبو ته ګوري):
سپين ږيری
ـ ای ځوانه! له دې اوبو نه د ژوند راز زده که.
څومره نرمې دي، خو ودرېږي نه.
( اشرف په حيرانۍ پرته له مخامخ شاو خوا وګوري):
سپين ږيری
ـ پاڅېږه! د دغو اوبو په څېر له ټولو خنډونو تېر شه!
اشرف
ـ خو له ما نه اوبه هم ښې دي، هغه خو يو لوری لري!!
سپين ږيری
ـ ولې ته دا هم نه شې کولی؟ د ژوند لاره خو به ځان ته په خپله مومې!
اشرف
ـ خو زه د نورو غم اخيستی يم.
سپين ږيری
ـ په رښتيا چې ته ښه انسان يې، خو دا يې لاره نه ده.
دسې څه وکه، چې ډېرو ته دې خير ورسېږي.
اشرف
ـ زم ( زه هم) همدا غواړم.
همدا مې هيله ده.
سپين ږيری
ـ لاس دې راکه!
( اشرف چې وګوري، نو په دې وخت کې ورته سپين ږيری مخامخ له ويالې نه پورې غاړه ولاړ وي. اشرف لومړی لږ ووېرېږي او په داسې حال کې چې لږ هغه ته وګوري، د پورې وتو لپاره لاس ور اوږد کړي، خو په دې وخت کې يې پښه د ويالې په منځ کې راشي، سپين ږيري ته يې لاس ونه رسېږي، ویاله کې ولوېږي او په ډاګ کې له خوبه ويښ شي).
پنځمه صحنه:
ځای: ښار.
وخت: سهار.
لوبغاړي: اشرف.
( لومړی دې د ښار د يوې ښکلې برخې لنډ شاټ واخيستل شي، ورپسې دې يو ښکلی لوړ بېلډېنګ په ټېل ډاون شاټ وښودل شي او کمره دې پر اشرف فوکس شي، چې نوموړي ودانۍ ته په حيرانۍ وګوري. له دې ځايه روان شي، خو يو څو ګامه وروسته اشرف پر يوه دېوال يو اعلان، چې په لږ لوی ليک ليکل شوی وي، وويني):
اعلان
ـ هنر تلوېزون يوه داسې پروډيوسر ته چې يوه نوې او خلکو ته ډېره اغېزمنه خپرونه جوړولای شي، اړتيا لري. مينه وال کولای شي، چې په لاندې شمېره زر تر زره اړيکې ونيسي.
د اړيکو شمېره:
۰۷۷۷۷۷۷۷۰۰
شپږمه صحنه:
ځای: يوه ښکلې لویه ودانۍ.
وخت: سهار.
لوبغاړي: نشته.
( لويه ودانۍ دې يو لنډ شاټ وښودل شي).
اوومه صحنه:
ځای: د ودانۍ دننه يو لوکس دهلېز.
وخت: ورځ.
لوبغاړي: اشرف.
( په دهلېز کې کې کوچونه پراته وي. اشرف ورشي او پر يوه کوچ څه شېبه فکرمن کېني).
اتمه صحنه:
ځای: د تلوېزون د مشر کوټه.
وخت: سهار.
لوبغاړي: اشرف، د تلوېزون مشر او يو بل لوکس هلک.
د تلوېزون مشر
ـ تاسې اوس تلی شئ!
مشر اشرف ته
ـ ښه ځوانه ته داسې کمه ( کومه ) ځانګړتيا لرې، چې يوه نوې خپرونه جوړه کې؟
اشرف
ـ رښتيا هم په نړۍ کې هر څه ډېر دي، خو نوښت کم دی.
مشر
ـ په دې هر څوک پوهېږي، دې کې خو شک نه شته.
اشرف
ـ خو څوک چې پياوړی احساس او عاطفه ولري، کېدای شي، چې په هنري برخه کې يو ستر کار وکي.
مشر
ـ خو ځينې خلک په خوله ډېر څه وﺉ او په عمل کې يې بيا نه شي ثابتولی.
اشرف
ـ خو زه چې څه ويم هغه کولی هم شم.
مشر
ـ هغه څنګه؟ تاسې څنګه کولی شئ، چې يوه داسې نوې خپرونه جوړه کئ، چې نوې دې هم يي (وي) او خلکو ته دې ډېره ګټه هم ولري؟
اشرف
ـ صيب! د هر څه نه مخکې بايد يو نوښتګر ځان ته هدف وټاکي. بيا دې په دې سوچ وکي، چې دا ټولنې ته څومره ګټه لري. که چېرته په کې يوازې د هغه د ټولنيزو دردونو، انساني عاطفې او ښکلا متره پياوړې وي، نو بيا به يې د کار په ښه والي کې هېڅ شک نه یي.
مشر
ـ دا دې منم، خو د خپرونې د نوښت په برخه کې به څه کوﺉ؟
اشرف
ـ په دې برخه کې زه داسې وړتيا لرم، چې نور يې نه لري.
اشرف
ـ زه کولی شم، چې د حيواناتو احساسات د هغوی له سترګو ولولم.
مشر
ـ دا خو رښتيا هم عجيبه پوهه ده.
په لومړي ځل داسې خبره اورم.
اشرف
ـ موږ او تاسې پېړۍ وشوې، چې پر انسانانو خبرې کوو، له هغوی سره مرکې کوو، خو زه غواړم، چې په حيواناتو داسې خپرونه جوړه کم، چې ساری يې نه یي.
مشر
ـ خو د هغوی د خبرو ستونزه به څنګه شي؟
حيوانات خو خبرې نه شي کولی.
اشرف
ـ دا هم اسانه ده، دا مسله په دوبله حل کېدی شي.
مشر
ـ واه! رښتيا چې په زړه پورې خپرونه به يي . له همدې اوس نه ته دا کار پيل که.
که چېرته دې خپرونه بريالۍ وه، نو د پنځو کالو قرارداد به درسره لاسليک کم.
برياليتوبم غواړم.
اشرف
ـ سمه ده.
نهمه صحنه:
ځای: د کابل د ښار يو برخه.
وخت: سهار.
لوبغاړي: نه شته.
( د کابل د ښار يو لنډ شاټ دې له يو لوړ ځای نه واخيستل شي).
لسمه صحنه:
ځای: د کابل ژوبڼ.
وخت: ورځ.
لوبغاړي: اشرف، د تلوېزون کمره وال، زمری .
اشرف زمري ته
ـ سلام د ځنګل پاچا!
اشرف
ـ تا ته دا لقب د ځواک او که ستا د خونړيتوب له امله درکړل شوی؟
د لوی غږ خبرې (زمری)
ـ څومره بې انصافه يې!!
تا ته لکه چې خپل خونړيتوب نه ښکاري؟!
ووايه تا کوم ظلم ونه که؟!
د لوی غږ خبرې
ـ تا خو داسې څه وکړل، چې د ځنګل په ټول تاريخ کې چا نه دي کړي.
د لوی غږ خبرې
ـ همدې انسانانو د يتيمانو وينې وبهولې، خلک يې په خپلو وينو ولمبول، خو په پای کې بیا تر ټولو معزز شول.
د لوی غږ خبرې
ـ ته وګوره، چې ستا په چم کې څومره لېوان او پړانګان ګرځي؟! په کار خو دا وه، چې زما پر ځای په دې پنجره کې هغوی پراته وای!
خو هغوی لا اوس هم د نورو وينې څښې.
لوی غږ
باور دې وشه، چې په ځنګل کې هم نظم شته، هلته بېوزلي له لوږې نه مري، خو ستا په چم کې هره ورځ دا کار کېږي.
رښتیا ووايه، ستا په ګاونډ کې چې څوک اوسي، هغوی له ما خونړي نه دي؟!
ته او خدای، همداسې نه ده؟!
اشرف ګيدړې ته
ـ مکر او چل پست صفتونه دي، تا ولې خپل کړي دي؟
( د ګيدړې پر ځای په نري غږ کې لومړی لنډه خندا او بيا د تمسخر په انداز خبرې):
د نري غږ خبرې
ـ اوس يې خوند وکه!
ته او خدای مکرجن زه يم او که ته؟!
د نري غږ خبرې
ـ ګوره! ستا چې کوم مکر زده دی، نو زما نيکه ترې هم خبر نه و.
د نري غږ خبرې
ـ د خپلو ګټو لپاره دې په سلګونو چلونه زده دي.
کومه لوبه ده، چې ته يې نه کی؟!
د وخت سره څومره ښه چلېږې!!
آن چې د ځان لپاره په هېڅ هم اړ نه يې.!
د څومره خلکو وينې دې ونه پلورلې ؟!
خو ځان بیا هم تر هر چا لوړ ګڼې.
نوم زما بد دی، خو کارونه ستا د ګيدړانو دي.
ولاړ په لمانځه يې، خو زړه دې له سلو چلونو ډک يي(وي).
د نري غږ خبرې
ـ ته رښتيا ووايه، تر تا به بل د مکر لوی ګوډی يې ( وي)؟!
ګوره مکاره! وس هم د خپلې ګټې پسې راغلی يې!
اشرف د ژوبڼ مسوول ته
ـ کاکا! هغه پنجره ولې تشه ده؟
د ژوبڼ مسوول
ـ هغه د پړانګ پنجره وه.
اشرف
ـ پړانګ څه شو؟
مسوول
ـ هغه خو څو ورځې مخکې له لوږې مړ شو.
اشرف
ـ له لوږې؟!
مسوول
ـ هو، هغه له لوږې مړ شو.
اشرف کمره وال ته
ـ ته ځه، زه نه ځم.
( هغه وروګوري، خو دې کې اشرف په منډه د پړانګ پنجرې ته ننوځي او دروازه په ځان پسې کلکه بنده کړي. مسوول په بيړه ورشي):
مسوول
ـ دا څه کی دا خو د پړانګ ځی دی.
اشرف
ـ کاکا! زه له پړانګ نه خونړی يم.
نور خلکو ته د پړانګ په ځای ما ښايه
اشرف
ـ زه نور تر مرګه له دې ځايه نه ځم.
ـ غواړم چې د جنايتکارنو په ځی خپل ځان په دې پنجره کې محاکمه کم!!
مسوول
ـ ته د خپله لاسه ځان وژنې؟!
ولې؟
اشرف
هو. له هغوی سره له ژونده راته په دې پنجره کې مړينه ډېره اراموونکي او غوره ښکاري.
ډېره اراموونکې.