د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۲۷)
ویشنه:پښتو ادبیات
لیکوال: دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو معاصره دوره
فکري بدلون پړاو
۲۷مه برخه
طنز لیکنه
طنز که څه هم د پښتو نثري ادب کوم ځانګړی ژانر نه دی او په نظم او نثر دواړو کې کېدی شي، خو د شلمې زېږدې پېړۍ په دویمه نیمايي کې یې ځانګړې بڼه خپله کړې، چې ادبي څېړونکي یې باید د یوه ځانګړي جوړښت په توګه وڅېړي.
طنز د ټولنې په واقعیتونو ترخه خندا ده. خندا او مسخره کول د طنز پېژندګلوي ده، خو دا خندا باید یو پیغام خامخا ولري. یو مثبت پیغام او د ټولنې د خلکو د لارښوونې لپاره له مانا ډک پیغام.
که موږ د طنز تاریخ لټوو، نو آن د ستر خوشال خټک په شعرونو کې به هم ورسره مخ شو، دغسې ترهغه وروسته دپښتو بېلابېلو دیواني او ولسي شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې طنزي بیتونه ویلي، خو په نثر کې د شلمې پېړۍ له پیله لیدل کیږي. د پښتو تر نوي ادب مخکې د قاضي میراحمد شاه رضواني په لیکنو او د منشي احمدجان په «هغه دغه» او « د قیصه خوانۍ ګپ» کتابونو کې د طنز څرکونه شته.
خو په ادبي او هنري ژبه د طنز اصلي څېره د معاصر ادب نامتو څېرو: سید راحت زاخېلي، عبدالخالق خلیق، قاضي عبدالحلیم اثر، عبدالغني خان، سمندرخان سمندر، نواز خټک، رضا مهمندي، اجمل خټک او ولي محمد طوفان راښوولې. دوی به د پښتونخوا په افغان اخبار کې طنزونه خپرول. دوی به ځينې وخت په بدلو نومونو طنزونه لیکل، له افغان اخبار پرته په شهباز، الفلاح نومې اخبارونو کې هم ځينو دوی طنزونه لیکل.
د پېښور راډيو سټېشن کې هم ځينو نامتو لیکوالو طنزونه لیکلي او ویلي، په دغو کې سید تقویم الحق کاکاخېل « د سیلاني روزنامچه»او «نوې تازه» او د عبدالله جان مغموم « خواږه ترخه» لیکلي طنزونه وو، چې د راډيو له څپو به د مرچکي په نامه دده په خپل غږ خپرېدل دا طنزونه د پښتنو په لرې پرتو سیمو کې اورېدونکو ډېر خوښول. د مغموم وروسته په کتابي بڼه هم خپاره شوي دي. په همدې وخت میرمهدي شاه مهدي او ایوب صابر هم پېښور راډيو ته طنزیه خاکې لیکلي، چې مسودې یې شته. ډاکټر محمد اعظم اعظم هم راډيو او ټلوېزیون ته طنزونه لیکلي، چې دده په « لشې » نومي کتاب کې راغلي.
په پښتونخوا کې په خپرو شویو پښتو ټلوېزوني ډرامو کې هم طنزونه شوي، چې ځینې وخت ټولې ډرامې او ځينې وخت یو شمېر برخې طنزونه لري، دا ډرامې ډاکټر اعظم اعظم، سعدالله جان برق، خالقداد امېد، سید ممتاز علي شاه، ارباب عبدالوکیل، حمدالله جان بسمل، محمد همایون هما او افضل رضا لیکلي او خپرې شوې دي.
په وروستیو کې ډاکټر اسرار، مشتاق مجروح یوسفزي او حسېن امیر فرهاد په خپلو تکلونو او ځینو نورو لیکنو کې هم طنزونه کړي، چې ځينې وخت ټولې لیکنې طنزیه دي او ځينې وخت یې یوه نیمه برخه.
په معاصره پښتو شاعرۍ کې هم یو شمېر نامتو شاعرانو طنزیه شعرونه ویلي، لکه امیرحمزه شینواری، ناظر شینواری، مراد شینواری، قلندر مومند، دوست محمد کامل، عبدالغني خان، داد محمد دلسوز او نورو طنزیه شعرونه ویلي. محمد اعظم اعظم، ډاکټر اسرار، عبدالرحیم روغانی، ګل ملا همکار او ....په وروستیو شاعرانو کې ګڼ شمېر طنزیه شعرونه ویلي، چې پر دې هریو ځانګړې تبصرې کېدی شي.
بل پلو په کابل کې بیا زموږ د ژبې او ادب معاصرو ادبیانو د نورو لیکنو ترڅنګ طنزونه هم لیکلي او خپاره کړي. دا یې هم په نثر کې لیکلي او هم په نظم کې. خو په نثر کې ډېر دي. علامه عبدالحی حبیبي، عبدالرووف بېنوا، قیام الدین خادم، صدیق الله رشتین، او ګل پاچا الفت په خپلو لیکنو کې طنز کړی. ځينې لیکنې یې ټولې طنزیه دي او ځينې یې برخې برخې.
تر دوی وروسته بیا سعد الدین شپون، چې د لیکنې سبک یې هم طنزیه انداز ته جوړ و او ځينې وخت به یې په عامو لیکنو کې هم طنز کاوه. آن تراوسه دده په ژورنالیستي کالمونو کې د طنز مالګه شته.
په افغانستان کې د پښتو معاصر ادب د روښانتیا او ويښتیا تر پړاو وروسته د اوښتون په پړاو کې یو شمېر لیکوال په مستقله توګه نثري طنزلیکنې ته کار کړی. په دوی کې عبدالمنان ملګری، کاتب پاڅون، محمد عارف ننګیار، علم ګل سحر، شېرشاه سرتور، محمد نبي صلاحي، انجینرستانه میر زهیر او حفیظ الله تراب شامل دي.
دوی هر یو په ځانګړي ډول د طنزونو مجموعې چاپ کړي، چې په وروستیو کرښو کې به معرفي شي.
د طنز اړونده کومې ټولګې چې چاپ شوي دادي:
کچکول: اجمل خټک، ۱۹۶۰م/ پېښور
ګل زېړی: سعدالله جان برق ۱۹۷۶/ پېښور
لشې: محمد اعظم اعظم ۱۹۸۵م / پېښور
خندانې : سلطان فریدي ۱۹۸۹/ پېښور
برخوردار: منتظر بېټنی ۱۹۸۹م / پېښور
دڅوکۍ خوند: محمود نظري ۱۹۸۹م / پېښور
دشکایاتو صندوق: کاتب پاڅون ۱۹۸۹/ کابل
کاتب پاڅون: مدیر صیب په خط خو به پوهېږې؟ ۱۹۹۰/کابل
طوری: محمد همایون هما ۱۹۹۰/ پېښور
کاتب پاڅون: دکار سیالي ۱۹۹۱/ کابل
ګوګوشتو: راحت سیال ۱۹۹۱/ پېښور
ړوند چرګ: حسېن امیر فرهاد ۱۹۹۳م/ پېښور
پندونه او خوندونه: کاتب پاڅون ۱۹۹۷/ پېښور
دېګونه او شعرونه: کاتب پاڅون ۱۹۹۷/ پېښور
د بنجاره هټۍ: کاتب پاڅون ۱۹۹۷/ پېښور
دښار په سټډیوم کې: کاتب پاڅون/ ۱۹۹۷م پېښور
دولتي موټر: کاتب پاڅون ۱۹۹۷/ پېښور
سړی څنګه ښځه شو: کاتب پاڅون ۱۹۹۷/ پېښور
ګله راشه که یې ګورې : واحد نظري ۲۰۰۰/ پېښور
دوه زرم کال: محمد انور وفا سمندر۲۰۰۰/ کابل
کله وار د ابا او کله وار د....: واحد نظري ۲۰۰۲/ کابل
انساني سرکس: محمود نظري ۲۰۰۲/ کوټه
هو صیب نه صیب: محمد عارف ننګیار۲۰۰۳/ کابل
برګه چرګه: شېرشاه سرتور ۲۰۰۳/ کابل
وری څنګه لېوه شو: عزیز نسین/ مېرزا علم حمیدي(ژباړن) ۲۰۰۴م / پېښور
بختوره پيشو: عزیز نسین/ مېرزا علم حمیدي (ژباړن)/ ۲۰۰۵م پېښور
تخنوم دې: محمد عارف ننګیار ۲۰۰۶/ کابل
خواږه تراخه: عبدالله جان مغموم ۲۰۰۶م(دویم چاپ / پېښور
سپي څنګه مډالونه وګټل: عبدالنافع همت ۲۰۰۷/ کندهار
دخبرو ګوډی: محمد نبي صلاحي ۲۰۰۷ م کال/ کابل
لیدلي اورېدلي: عبدالله جان مغموم ۲۰۰۸/ پېښور
مهاجر زمری: محمود نظري، ۲۰۰۸/ پېښور
شهرناپرسان: محمد زوبیر شفیقي، ۲۰۰۸م/ کابل
لوبه: محمود نظري، ۲۰۰۹م./ کابل
شف شف نه، شفتالو: محمد زوبیر شفیقي ۲۰۰۹/کابل
سرخلاص کړه: محمود نظري، ۲۰۰۹م/ګابل
دا په کې لا بله: اخونزاده محمد علي جوهر یوسفزی، ۲۰۱۰، پېښور
خودغرض: عبدالرحیم روغانی، ۲۰۱۳م، پېښور
جوړ تازه( راډيويي مکالمې، لږه برخه طنز): ممتاز علي خان خټک، ۲۰۱۴، کوهاټ
بیاڅه چل شوی: افتاب ګلبڼ، ۲۰۱۶م، پېښور
ګډو کې اوښ: سید فریدالله شاه حساس، ۲۰۱۶م، پېښور
ماسټر: علم ګل سحر ۲۰۱۷/ کابل
رښتیا دروغ او دروغ رښتیا: سعدالله جان برق، ۲۰۱۷م، پېښور
دا لېست چې وړاندې شوی، د نثري ټولګو لیکلړ را ښيي. د نظم په برخه کې بیا: له شعرونو پرته د ځانګړو ټولګو په بڼه: سعدالله جان برق، ظفرخان ظفر، داد محمد دلسوز ، اسماعيل اړم، ګل ملا همکاراو بریالي بریال هم د طنزي نظم ځانګړې ټولګې خپرې شوې دي.
عبدالله جان مغموم
که څه هم چې عبدالله جان مغموم ښه شاعر هم دی، خو له هغه نه ډېر دی یو طنزنویس دی، چې پېښور راډيو ته یې طنزونه لیکل. دا طنزونه به ده په خپله ویل او وړاندې کول. مغموم د پېښور په دارمنګي کلي کې له عبدالرووف خان کره د ۱۹۲۸م کال د اکتوبر په ۱۸مه زیږېدلی. شپاړس کلن به و، چې د پېښور په آل انډيا راډیو کې یې د پښتو د خدمت په جذبه دنده واخیسته. ده هلته څو کاله د خلکو د اصلاح په نیت د ټولنې اجتماعي انتقادونه د ګپ شپ په بڼه وړاندې کول، چې دا په دوه ټوکونو کې چاپ دي:
خواږه تراخه / لیدلي اورېدلي. دده د شعر مجموعې هم چاپ دي: د تور اور بل تورو کمڅو خبرې/ ارمانونه حسرتونه.
دوکانداران
(خندا).... یره خو چا ردې ددې دوکاندارانو ښه وي، دوی سره د مونږ والو خلکو ډېر غم وي، هرڅه راله په وخت وخت تیار کړي. په وخت وخت یې راله جوړ کړي، او چې څه وخت زمونږ ضرورت پېښ شي، نو تیار سنبال څيزونه راواخلي او مونږ له یې راکړي....
ولې ګنې دروغ مې ووی!؟
نه خدای شته، چې بلکل رشتیا خبره مې وکړه، چې دې دوکاندارانو ماما ګانو سره زمونږ والو خلکو ډېر غم او ډېر فکر وي.
دې بجازیانو غریبانانو د روژو نه مخکې ګنې، زمونږ د جامو غم نه و کړی؟
او دې پېزارونو والا ګنې یو میاشت اګاهو شپه او ورځ په ځان نه وه یوه کړې؟ او زمونږ دپاره یې پيزارونه جوړول.
مړو خو دغسې ځئ ورپسې، هرچا تر خپله وسه پورې زمونږ غم کړی و. او بیا تر خپله وسه پورې په دې روژو کې رانه پوستکي وویستو.
(خندا) وئ وئ نو.... دا اختر مخه نه وه، او ولې دا هغوی دا زمونږ غم څه دخدای په نامه کولو څه!؟
نه مړو تاسو د هاتي په غوږ کې اوده یئ!
په دې روژه او اخترونو کې خو خدای خبر چې څه چل دی، خو ددې دوکاندارانو حرص لږ زیات غوندې شي، د هر څيز قیمتونه یکدم وخېژوي. د روپۍ څيز په پاو باندې او د پاو باندې څيز په یوه نیمه....(خندا)
چې بازار ته سړی لاړ شي، نو دوکاندار به درته په داسې سترګه ګوري، چې ته به صفا پوهېږې، چې د دوکاندار نیت راته خراب دی(خندا)....
یره.... دوکانداران غریبان هم ملامته نه دي نو...ځکه نه هره ورځ روژه وي او نه هره ورځ اختر وي. نو د شمېر په دې ورځو کې ډېر دوکانداران ځان دپاره د کال خرڅ برابر کړي....
دوکانداران خپل ځان ته د کال راشن واچوي. او مونږ د یوکال دپاره بیا د قرضونو د لاسه په بازار کې پټ مخ ګرځو.... ځه یره مونږ که پټ ګرځو او که پټ مخ ګرځو، ګرځو به ، خو د دوکاندارانو غریبانانو کار خو وشي کنه....
زما په دې اعتراض نیشته، بلکې د هیچا په دې خبره څه اعتراض نیشته، چې ګنې دوکانداران دې ګټه نه کوي؟ نه ګټه دې کوي، ضرور دې کوي خو....لږ په اندازه ، لږه د انصاف او لږه د شرافت ګټه په کار ده. په یوه ورځ ځان مړول نه دي په کار. زمونږ د مجبورۍ نه ناجایزه فایده اخیستل نه دي په کار. اخر مونږ خو هم د خدای تعالی بنیادمان یو. څه د دوکاندارانو دوشمنان خو نه یو، چې دوی راته داسې چړې تېرې کړې وي. (خندا).....
تاسو یقین وکړئ، په دې روژه کې هر دوکاندار دا پیسې داسې په لپو لپو راغونډې کړي، چې ...زه به یې درته څه ووایم؟
خو چې لکه د هرڅه موسم وي، داسې د بجازیانو، موچیانو، آچاروالو، سبزي وغیروو په موسم کې باقي دوه یا درې ورځې پاتې شوې، ددوی موسم ختم او د حلوایانو او کبابیانو موسم شورو شو... د حلوایانودې چار ښه وي، چې د روژې د سر نه یې د مېټایانو جوړول شورو کړي دي، ځلوبۍ پخول یې شورو کړي دي...
او دا مېټایانې دا امرسې او دا ځلوبۍ د حلوایانو په دوکانونو کې قت په قت د یوې میاشتې راسې پرتې دي....
نن سبا د شپې مږې منږکان د مټایانو او امرسو په دې تالونو کې ټوله شپه کوشتي، کبډي، پټ پټونی او ډب غپ کوي....(خندا)
او ریشتیا ویم درته خدای شته چې نن سبا د حلوایانو ماماګانو د دوکانونو منږکان دومره خوشاله دي، چې راشه که یې ګورې!
او زه خو ویم، چې ډېر ښه کوي، ځکه چې اخر مږې او منږکان خو هم زوړنه لري. پرېږدئ،چې هغوی زمونږ د اختر نه اول خپل اختر او خپله مېله وکړي. ... خیر د اختر په ورځ هم دغه مټایانې، امرسې او ځلوبۍ په شکرونو او تالونو کې مېلې ته راووځي.... او مونږ دکلو ساده ګان چې ټوله ورځ په مېله کې هګۍ وجنګوو، نو مازیګر له دغه ملبه مېټايي د اګو په ځای په رومالونو کې واچوو او کورونو ته یې یوسو. دا داسې مېټايي او امرسې وي، چې پروسږکال متوګي د مور دپاره د مېلې نه مټايي راوړلې وه...متوګي ته مور ډېرې دوعاګانې وکړې...او په تلوار یې یوه دانه مټايي خولې ته واچوله او په دې کې آآآآغاښ مې مات شو.....(خندا)...او دلته د وینو یوه داره د متوګي د مور د خولې نه راروانه شوه، ...هغه ورځ او نن ورځ شوه، د متوګي مور بیا متوګي ته ونه وی چې ... بچیه لږه غوندې مېټايي خو د ځان سره راوړه....
(خندا) او نه څه لېونۍ خو نه ده.... که په خوله کې یې غاښونه په کار وي، خو بیا به میټايي نه غواړي او که نه غاښونو ته یې نیت خراب وي، نو دوه ورځې پرله پسې دې د مېلې مټايي وخوري، چې له خیره له غاښونو نه بې غمه کیږي او کنه....(خندا)
نو روڼو تکړه شئ، حلوایانو ماماګانو درله سره سره مټايي...زیړې زیړې امرسې او نارنجي نارنجي ځلوبۍ ډېره موده کیږي، چې تیارې کړې دي... ما خو درته خبره خلاصه کړې ده، چې ددې دوکاندارانو دې چار ښه وي، ددوی سره د مونږ والو خلکو ډېر فکر وي....نو زمونږ فکر حلوایانو ماماګانو له خیره کړی دی....
او کبابیانو اشنایانو هم د مېلې د کبابو د پاره څاروي د پخوا نه اخیستي دي....
خو غریبانان شپه او ورځ لیا وي، د سر خیراتونه یې غواړي، چې خدایه پاکه د مېلې تر ورځې پورې یې ورسوې.( خندا)....
او نو د مېلې دپاره خو څوک څاربه څاروی نه اخلي....همدغه چانجو پانجو د هډوکو ترنګړ څاروی اخلي.... چلیږي مړو!! په مېله کې هرڅه ځاييږي. او د کبابو څه پته لګي؟ د پیازو دې چار ښه وي، د خرابو نه د خراب څيز خوند هم په خپل خوند کې راونغاړي....او ښایسته ترسکون غوندې کباب ترې جوړ کړي. او بیا یې مونږ وال خلک ښه په مزې سره خورو....(خندا).
آی ته کور یې خور کړې. دا انسان څومره خود غرضه شو، دا یو انسان بل انسان ته څومره بد نیته شو. هر انسان د بل انسان دوشمن شو. هر انسان د بل انسان وینه څښل غواړي، خو چې خپل تنور یې ډک شي. ....
دا هغه د قیامت علامې دي. دا ځانځاني، دا نفسا نفسي او دا خود غرضي د قیامت نښې دي....
الله پاک دې زمونږ په زړونو کې انساني همدردي واچوي. الله پاک دې زمونږ د سترګو د حرص پړدې لرې کړي. الله پاک دې مونږ د انسانیت په تقاضو پوی کړي، الله پاک دې زمونږ په زړونو کې د انسان او انسانیت سره مینه راپیدا کړي، چې انسان د ژوند او انسانیت په خویونو پوی شي....
عبدالمنان ملګری
عبدالمنان ملګری باید د ډرامه لیکنې په برخه کې معرفي شي، ده تر طنزونو ډرامې ډېرې لیکلي، خو د لیکلې ډرامې نمونه اوس پیدا نه شوه، نو ځکه دې برخې ته راوستل شو.
عبدالمنان ملګری د ملا نیازمحمد زوی په ۱۹۴۰م کال د لغمان ولایت په علي خېلو کې زیږېدلی. دی دیوې بېوزله کورنۍ داوو خویندو یوازینی ورور و، چې په دوه نیم کلنۍ کې يې پلار مړ او دی يتیم شو. تر نهم ټولګي یې په لغمان کې زده کړې وکړې او بیا کابل ته لاړ. هلته په پښتو ټولنه کې د مامور په حیث ومنل شو او شپږ اوه کاله وروسته یې استعفا وکړه، بیا په بېلابېلو نورو دولتي دندو وټاکل شو. دی د پوهنې وزارت د تیاتر غړی و. د پښتو ژبې لیکوال او شاعر و. ملګري راډيو افغانستان ته ګڼې ډرامې لیکلي، چې ویل شوي او ثبت شوي. ښايي مسودې یې په راډيو کې وي. ملګري دا وخت طنزونه هم لیکل او د افغانستان په اخبارونو او مجلو کې خپرېدل. د کونډې زوی سریال د منان ملګري لیکنه ده او دده ځينې ډرامې کوميډې وې، چې په ښه وجه په کې دافغانانو ژوند انځور شوی و. کله چې په کابل کې کورنۍ جګړې ونښتې (۱۹۹۲)، ملګری پېښور ته کډوال شو.
په پېښور کې یې د طنزونو یوه ټولګه « شریک بالا پوش» په ۱۹۹۹م کال چاپ شوې، خو د ډرامو ټولګه یې نه ده خپره شوې. ملګری د کتاب چاپونې ډېر شوقي نه و. په پېښور کې چې و، په نوي کور نوي ژوند ډرامه کې یې نه یوازې چې په خپله دا ډرامه لیکله، بلکې د نورو لیکوالو د بورډ مشر هم و.
منان ملګری په ۱۹۹۹م کال په سره اوړي کي د فشار د لوړوالي له امله په پېښور کې د کډوالۍ په بستر وفات شو او په لغمان کې خاورو ته وسپارل شو. که د منان ملګري لیکلې ډرامې او طنزونه له اخبارونو او مجلو راټول شي، نو څلور پنځه ټولګې ترې جوړیږي.
ما غوښتل چې مدیر شم
یوه زمانه وه، چې زه د دولت مامور وم، د مقام او منصب شوق خلک پسې اخیستي و، زه هم د مدیر کېدو شوق لېونی کړم. ما ویل الکه دا څه خبره ده، واړه واړه شیرخورده هلکان مدیران کیږي او ستا ږیره ماش او برنج شوه خو له سرکاتب نه برکاتب درنه جوړ نه شو. له تاسې یې څه پټه کړم. ما دا ملامتیا په خپل ځان باندې بار کړه، مال چې زه په خپله ملامت یم، که نه، نو مدیر کېدل خو څه ګرانه خبره نه ده، چې واړه ماشومان ځان مدیران مقررولی شي او ته یې نه شې کوی؟ ارومرو دې خپل ورمېږ مات دی. جرات نه لرې، ډارن یې. نو هغه و، قربان چې یوه ورځ مې له ځان سره تصمیم ونیو، چې الکه نن که مړ هم شم، ځان نه به مدیر جوړوم. هغه و قربان چرت مې وواهه، چې باید ځانته د مدیرتوب لنډه لاره پیدا کړم. دوه چپړاسیان مې پیدا کړل. په ټولو دفترونو وګرځېدم، چې ځانته یو لوی مېز پیدا کړم. ځکه زه پوهېدم، چې ټول فساد په همدې لوی مېز کې دی. هرڅوک چې د همدې لوی مېز تر شا کېناست، نېغ په نېغه او بې تکلیفه مدیر دی. نو قربان دې شم، سر به دې څه خوږوم، دواړه چپړاسیان مې د خپل لوی مدیر کوټې ته ورننویستل، ځکه د هغه مېز زموږ د ټولو مېزونو نه لوی و. همدا وجه وه چې په موږ به یې اټکې پټکې کولې. ما ویل الکه که دغه مېز دې ورنه واخیست، نور ددې سړي د پټکو او تهدید نه خلاصېږې. خیر قربان دې شم، کله چې شعبې ته ورغلو، زموږ له طالعو لوی مدیر صیب تشریف وړی و، چپړاسیانو ته مې وویل:
-الکو پورته کړئ دا لوی مېز!
- دا څه وی، دا خو د لوی مدیر مېز دی.
- زه پوی یم، خو تر دې وروسته رانه نور دې مېز ته نه شي کېناستی.
- ته لکه چې لېونی شوی یې، دا مېز خو همدې مدیر ته خریداري شوی.
- ټول پسات په همدې مېز کې دی، که دا مېز نه وی، دې سړي په موږ دا مدیریت نه شو کولی.
- والکه مېرزا جانه درته وې وویل، چې دا مېز د همده په نامه اخیستل شوی.
- ته هسې چټي لګیا یې، دا سړی دې مېز ته اخیستل شوی.
-نه نه دا مېز دې سړي ته اخیستل شوی دی.
-چپ شه دا سړی دې مېز ته اخیستل شوی.
-الکه مېرزا ته اوس څه غواړې، څه مقصد لرې، مقصد دې ښایه.
-لنډه یې درته وایم، چې غواړم، ځان ددې مېز لپاره خریداري کړم.
-ښه اوس پوی شوم، تم غواړې، چې عمومی مدیر شې؟
-بلې بلې
هغه و قربان چې مېز مې لکه د مساپرو مړی چاردسته او چاراسپه په یو ترپ سره د لوی مدیر له کوټې نه وایست او په خپل دفتر مې ورننویست. شاته یې زه لکه د پيلمرغ غوندې کېناستم، یوه پښه مې په مېز واچوله او بله مې په څوکۍ، مال چې اوس مې ایله د زړه ارمان ووت....
داده که خیر و، اوس نو زه هم لوی مدیر شوم، مدیر کېدل خو کوم سخت کار نه دی. د خپل لوی مدیر د مېز لمبر پلېټ مې لرې ګوزار کړ او زر زر مې خپل نوم او تخلص په کاغذ ولیکه او د مېز په څوکه مې ودراوه، په اصطلاح خپل لمبر پلېټ مې په مېز باندې نېغ کړ.
مغرور ناست وم، چې زموږ پخوانی لوی مدیر له اتو تنو چپړاسیانو سره نېغ راننووت. ما چې په هماغه ساعت خپل ځان لوی مدیر کړی و، چرت مې خراب نه کړ، لکه څنګه چې ناست وم، هماغسې ناست وم. په بې پروایئ مې ورته وویل:
-خیریت و، کوم امرو خدمت؟
-(په غوسه)، ته لا د خیریت پوښتنه کوې، زما مېز دې ولې راوړی دی؟
-(په تمسخر)، ستا مېز؟ عجیبه ده، ته د مېز یې ، که مېز ستا دی؟
-(په توندۍ)، زه د مېز یم او مېز زما دی!
-اشتباه کوې، مېز د هغه چا دې، چې شاته یې ناست وي، نه ګورې، چې شاته یې څوک ناست دی؟
-(په حیرانۍ)، یعنې؟....؟
-دیانې او مانې مانا دا چې اوس زه ددې مېز شاته ناست یم او چې د مېز شاته ناست یم، نو زه په خپله غټ پټ او سوټه موټه مدیر یم، لالا ځان خبر که.
-ټولو راغلو چپړاسیانو وخندل، ما هغوی ته په بيړه وویل:
-(په وارخطایۍ): عجیبه ده، زما د خبرې کوم ځای د خندا وړ و؟ تاسو په ما پورې ولې خاندئ؟ تاسې لېوني یاستئ او که زه؟
هغو بیا وخندل او ما بیا وویل:
-ولې خاندئ..... ولې....؟؟
-موږ هم په تا خاندو او هم ستا په کار!
-زه او زما کار څنګه د خندا وړ دی؟
-ددې لپاره، چې تش د یوه مېز په شاته کېناستو له چا نه مدیر نه جوړیږي!
-نوڅنګه کېدی شي، قربان چې زه مدیر شم؟
-(مدیر په موسکا)، د مدیر کېدو چل له مونږ نه پوښتې؟
-خامخا یې له تا پوښتم، که ستا چلبازي نه وای زده او د ګیدړې لکۍ درسره نه وای، نو ما غوندې به په شلو کالو کې هم مدیر شوی نه وای.
-ورشه له هغه چانه یې زده کړه، چې رییسان شوي دي!
-زه نه غواړم، چې د رییس کېدو چل زده کړم، بلکې غواړم، چې د مدیر کېدو چل زده کړم.
-چل دادی، چې لومړی د رییس صیب پنډکچي ځان مقرر کړه. د کوچنیانو چوشکونه یې ورته په خوله ورکوه، یو بوټپاک او درېشي پاک هم په المارۍ کې ساته.
-په بوټ پاک او درېشي پاک څه وکړم؟
-په دې به د رییس صیب بوټان او درېشي پاکوې. بیا به وزیر صیب ته پېشنهاد وکړي، چې وزیر صیب پېشنهاد ومانه، نو په هماغه ورځ درنه مدیر جوړیږي.
له دې سره زموږ لوی مدیر خپلو چپړاسیانو ته امر وفرمایه، چې دلوی مدیریت مېز دې بېرته خپل ځای ته انتقال شي. مېز یې رانه یوړ، خو زه بیا د خپل کوچني مېز شاته کېناستم او د پخوا په شان مېرزا کچکول پاتې شوم.
سخت قار راته راغی. ما ویل الکه لغړ وې، لغړ پاتې شوې.مال راځه الکه د رییس سره خپل حساب خلاص کړه، سوګند مې کړی و، چې نن ځان مدیر مقرر نه کړم، نه کیږي.
پاڅېدم او بې ټکټکه د رییس په کوټه ورننوتم. د رییس له غاړې مې خپل لاس تاو کړ او په کاږه ورمېږ مې ورته وویل،
-قربان غواړم، چې مدیر شم، ته په کې څه وایې؟
-(په خندا): ماته هم راپور راغلی و، چې کچکول لېونی شوی، دادی په خپلو سترګو مې ولېدې، چې ته رشتیا هم لېونی یې.
-قربان، څوک چې غواړي، مدیر شي، هغه به لېونی وي؟
-نه مدیر لېونی نه دی، ته لېونی یې، ته!
-که مدیر کېدل لېونتوب وي، نو بیا خو ته تر ټولو غټ لېونی یې!
-(په تېزۍ)، ځه ورک شه، والکه خانه سامانه، څه شوې؟ راشه دا سړی بهر که!
هغه و قربان، چې چېرته چپړاسیان مپړاسیان وو، مدیران وو که کاتبان وو؛ ټول په یوه چغه راغلل او زه یې لکه د لوی مدیر د مېز په شان د چارتراش غوندۍ ځنځولۍ کړی، د رییس له کوټې راوویستم او نېغ په نېغه یې د واز موټر باډۍ ته د کچالانود بوجۍ په رقم ګوزار کړم، څو مې چې ځان ښوراوه، بیا یې دارالمجانین ته رسولی وم او په زور یې بستر کړم. ما چې هرڅو چغې وهلې، چې الکو زه مدیر یم، نه ډاکټرانو غوږ نیوه او نه هم نرسانو. په دې ډول یې زه د لېوني په نامه په چپړکټ پورې ټينګ وتړلم. ما ویل الکه مېرزا کچکوله، چې بې چاپړوسۍ مدیریت غواړې، نو عاقبت به دې همدا وي!!
محمد عارف ننګیار
محمد عارف ننګیار د فضل رحیم زوی په خټه امرخېل په ۱۹۶۱م کال د وردګو ولایت د نرخ په کریمداد کلي کې زیږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په خپله سیمه او نرخ لېسه کې بشپړې کړې. او بیا پېښور ته بې ځایه شو. هلته یې د مجاهدو لیکوالو په ډله کې د قلمي فعالیت په ترڅ کې بېلابېلو خپرونو ته طنزونه او جهادي تبصرې لیکلې، چې تر ۱۹۹۲م کال وروسته وطن ته راغی، څه وخت په خپله سیمه کې په ازاده مطالعه بوخت و. د ۲۰۰۱کال تر اوښتون وروسته یې په ازادۍ راډيو کې طنزي پروګرام چلول ومنل. اوس د جهادي طنزونو پرځای عامې ولسي، سیاسي او ټولنیزې مسلې د طنز په ژبه په نثر کې وړاندې کوي. دی شاعر هم دی، خو طنز لیکنه دده پېژندګلوي ده.
اثار: هو صیب نه صیب/ تخنوم دې/عاشقانه لیکونه/ بهر ته د تللو تعویذ(د نثر طنزي ټولګې).
ننګیار په ازادۍ راډيو کې ګڼ طنزونه لیکلي او ویلي دي، له دې پرته یې په ځانګړي ډول هم ګڼ طنزونه لیکلي. که دده دا ټول طنزونه راټول شي، تر لس، پنځلس ټولګو رسي.
کرايي کور
لومړنی سړی و چې، په دومره لږو او اسانه شرطونو یې په مناسبه کرایه کور راکړ. په څلور زره افغانیو په دويم پوړ کې درې داسې کوټې، چې کړکیو یې ښيښې نه درلودې او په دېوالونو یې د بارانونو راڅڅېدلو اوبو له چته تر غولي پورې روښانه لارې جوړې کړې وې او په زړو دستکو کې یې د غومبسو یوازې دولس ځالې وې؛ د کورونو په اوسنۍ ګرانۍ کې ډېر ارزانه کور و.
دا ځکه چې د بامونو کاګلول، د دېوالونو سپینول او کړکیو ته د ښیښو ايښودل په هغو شرطونو کې چې د کور له خاوند سره مې منلي وو، نو په دې حساب یې داسې وګڼه، چې نه یې بامونه څڅېدل، نه یې د کړکیو ښیښې ماتې وې او نه یې په دېوالونو د باران اوبه راغلې وې؛ د غومبسو ځالې خو زما ماشومانو په هماغه لومړۍ ورځ د ساعت تېرۍ لپاره په بوټانو وویشتې او راوې غورځولې.
د کاله خاوند چې خپل شرطونه په یوه کاغذ کې لیکلي وو، راباندې لاسلیک کړل. د شرطونو دغه لېست ډېر اوږد نه و، خو د هر شرط جزونو لېست اوږد کړی و. مثلا یو شرط یې دا و چې، ډېر مېلمانه به کور ته نه بیایم. خو دغه شرط جزونه ډېر درلودل، چې یو شمېر یې په دې ډول وو:
د شپې له خوا به هیڅ ډول مېلمه کور ته نه بیایم، ښځې مېلمنې په هغه صورت کې کور ته بیولی شم، چې ځوانې وي. ځکه زړې ښځې ډېرې غږیږي او زیاتره یې د ټوخي ناروغي لري. که مې نېږدې خپل، کور ته بېوه، باید یوه ورځ مخکې د کور له خاوند نه اجازه واخلم. د کور د خاوند مېلمانه باید زه هم مېلمانه کړم. تر څو د کور خاوند خپلو مېلمنو ته کم رانه شي. په مېلمستیا کې باید داسې خواړه پاخه نه کړم، چې بوی یې لاندیني پوړ ته لاړ شي ا و د کور د خاوند د ماشومانو زړه ورته وشي. که داسې وشول، نو باید برخه یې هرومرو ورولېږم. مېلمه باید نسواري، چلمي او سېګرټي نه وي او په دې ډول څو نور جزونه.
دا چې په ټول ښار کې په دومره اسانه شرطونو او کمه کرایه بل کور نه پیدا کېده، نو مجبوره وم، چې په ډېرې خوشالۍ سره کډه راوړم او په کور کې ځای په ځای شم.
د لومړي شرط په بنسټ مې په لومړۍ ورځ کړکیو ته ښیښې راوړې او وروامې چولې. په دوهمه ورځ مې بامونه کاګل کړل او په درېمه ورځ مې د کوټو دېوالونه سپین کړل. په لېست کې لیکل شوي شرطونه او د هغو جزونه مې هره ورځ څو کرته په مېرمن او ماشومانو ګردانول. ترڅو په ناپوهۍ کې د شرطونو خلاف کوم کار ونه کړي. او له دغه خدای راکړي نعمت نه مو محروم نه کړي.
همدا ډول مې د لېست یوه یوه کاپي هم په کوټو کې راځوړند کړه.
اووه ورځې مو په خوشالۍ سره تېرې کړې، چې له دفتره کور ته راغلم، په انګړ کې د کور خاوند راوګرځولم او په غوسه یې راته وویل: په رشتیا چې بې کوره خلک د کور په قدر نه پوهیږي او کرايي کور ته د کنډوالې په نظر ګوري. مایې چې په ډېره عاجزۍ د علت پوښتنه وکړه، نو د کور خاوند د شرطونو لېست راته ونیوه او وې ویل: ته دغه د څلورم شرط، اتم جز ولوله، د څلورم شرط په اتم جز کې داسې لیکل شوي وو: د کالیو ځوړندولو لپاره به په دېوال کې له دوه انچه غټ مېخ نه ټکوهم.
د شرط په لوستلو سره هغه نور هم ببر شو او وې ویل: او تا د نر زوی په دېوالونو کې څلور انچه مېخونه ټکوهلي دي. تاته زما کور د مړي مال ښکارېده که څنګه؟ او بیا یې زیاته کړه: ځه ورشه ښځه او ماشومان دې له کډې سره د سړک په غاړه درته انتظار دي، کالي کپړې مې ښه په احتیاط ورسره راوویستل، تاسې په سړیتوب نه پوهېږئ!
اخځلیک
-د پښتو معاصر ادب تاریخ – فکري بدلون پړاو، محمد داود وفا، مومند خپرندویه ټولنه، ۲۰۱۷ع، جلال اباد
-د نثري ادب ډولونه، سرمحقق سید محی الدین هاشمي، میهن خپرندویه ټولنه، ۲۰۱۰ع، پېښور
-پشتو ادب کی تاریخ، ډاکټرحنیف خلیل، اکادمي ادبیات پاکستان، ۲۰۱۰، اسلام اباد