پښتونخوا کې د خاکه ليکنې پيل او سفر
ویشنه:پښتو ادبیات
لیکوال:دکتور محمد حنیف خلیل
خاکه د ادب يو داسې ژانر دی چې پښتو کې نوی دی په انګريزي او اردو ادب کې يې وده هم موندلې ده او سفر يې هم تيز کړی دی خو پښتو ته دا ژانر راغلی هم وروستو دی او توجو هم ورته کمه شوې ده خو بيا هم پښتو کې د ښه معيار خاکې ليکلی شوې دي د خاکې د ژانر جوړښت څنګه وي او هنري ځانګړنې يې څه دي په دې اړه هم پښتو کې بحثونه کم شوي دي او ډير وروستو دور کې شوي دي د پښتو ليکوال محمد ابراهيم رومان په خپله يوه ليکنه کې د دې ژانر په هنري جوړښت هم خبرې کړې دي او پښتو کې د دې ژانر په پيل او سفر يې هم لنډه تبصره کړې ده هغه دې لړ کې د ځنو نورو ماخذونو حوالې راوړي او ليکي
د خاکې ليک لا په پوره توګه پښتو ژبه کې مروج شوی نه دی. دغه درې څلور کتابونه او ایکه دوکه خاکې په رسالو او اخبارونو کې چاپ شوي دي چې د نشت په برابر دي. خاکه هم لکه د افسانې پښتو ته د انګرېزۍ او اردو ژبو په وساطت سره راغلې خو خاکې لکه د افسانې په شان رواج نه دی موندلی. که خيال وکړی شي نو افسانه هم دومره نه ده ليکلې شوې خو البته افسانې په عام وګړي باندې ځان پېژندلی دی خو خاکې ته دغه مقام د عوامو له اړخه په لاس ورغلی نه دی او نه ليکوالانو ورله دومره توجو ورکړې ده چې عام تن ورسره اشنا شي.
دا ټيک خبره ده چې خاکه لکه د تکل ډېر ګران او زړه خوړونکی صنف دی او ليک یې د هر چا د وس کار نه دی ځکه چې ډېر پال پرهېز غواړي ولې چې څوک یې د ليک استطاعت لري، هغوي یې هم دومره ابياري نه ده کړې او له دې کبله د دې لوست سره عام خلق اشنا شوي نه دي.
د خاکې ليک په دې حقله هم ګران دی لکه چې څنګه ورته په انګرېزۍ کې Sketch وايي؛ سکېچ په حقيقت کې د څو کرښو راښکلې شوې څهرې ته وايي او که چرته يوه کرښه د دائرې نه اخوا يا دېخوا شوه نو هغه څهره يا سکېچ به پاتې نه شي کوم چې مقصود وي. دغه رنګ که د خاکې په ټکو کې د خاکې خالق تېرو بېر شي نو هغه خاکه به پاتې نه شي کومه چې مقصود وي، ځکه چې دې سره د شخصيت ابرو او مروت تړلی وي او خاکه ليکلې هم د دې لپاره شي چې د شخصيت ښه خصلتونه او ځوانمردي که پټه وي او که ښکاره چې راوسپړدلې شي او که د دې برعکس وشي نو ښکاره خبره ده چې د ښه والي په ځای به بد والی مخې ته راشي. بل دې کې د دې خبرې هم خيال ساتل پکار دي، که چرته د شګفتګۍ مزی حد کراس کړي او خبره په مزاق يا طنز تمامه شي نو د شخصيت حقوق به اور پسې شي؛ له دې کبله چې څوک دا خيال نه شي ساتلی د هغه لپاره د خاکې ليکل پکار ده چې ممنوع وي ځکه چې د خېر په ځای فساد جوړول د ادب خاصه نه ده.
د خاکې د پال پرهېز لپاره کوم توکي چې پکار دي، هغه څارل ضروري دي. له دې کبله پکار دي چې مونږ ځان خبر کړو چې خاکه دی څه شی؟ نو راځئ چې وګورو چې د خاکې په بابله پوهان څه رایې لري چې خبره صفا شي، ځکه چې د نن وخت يو زيرک او پوهه اديب، شاعر او صحافي ګل محمد بېتاب صاحب اوس اوس د خاکو مجموعه روښانه څهرې چاپ کړې ده او د هغې جائزه اخستل دي خو اول د خاکې د هييت او کړو وړو نه ځان خبرول ضروري دي.
درياب لغت د خاکې معنيٰ ښايي چې د ادب يو نثري صنف، هغه تکل چې د چا په کردار ليکلی شوی وي. فېروز اللغات یې معنيٰ ښايي چې هغه نقشه چې تش د حدونو کرښو راکښلو سره جوړه شي.
ډاکټر بشير سېفي د خاکې په باره کې ليکي چې د اردو په اصطلاح کې خاکه د انګرېزۍ د Sketchترجمه ده. ابوالاعجاز حفيظ صديقي وايي چې په ادب کې د کوم صنف لپاره چې انګرېزۍ کې سکچ يا پن پورټرېټ (Pen portrait) استعمالېږي اردو کې هغې ته خاکه وايي )کشاف تنقیدي اصطلاحات، مخ (72.
په اردو کې خاکې ته شخصيت نګاري او موقع نګاري هم ویلی شي. دغه شان په درسي کتابونو کې د فرحت الله بېګ ليک نذير احمد کی کهانی عموماً مرقع نګاري ګڼلې شي. غالباً د دې لپاره بعضې خلق نقوش نمبر د خاکه نګارۍ لپاره تعبير شوی دی حالانکې په شخصيت او خاکه کې هغه فرق دی کوم چې په پورټرېټ او سکېچ کې دی، خو ابو الخېر کشفي د دې اصطلاحاتو په توضيح کې د احتياط نه کار نه اخلي او خپل مضمون ادبي اصطلاحات کې یې خاکه د پورټرېټ په شان ګڼلې ده. وايي چې سوانح عمري که د يو شخصيت د مختلفو تصويرونو )ترتيب سره( البم دی نو خاکه د پورټرېټ درجه لري. )فنون جون جولايي 1972 مخ (24
خاکه د پورټرېټ نه بلکې د سکېچ درجه لري، البته د شخصيت نګارۍ لپاره د پورټرېټ اصطلاح استعمالول جائز دي. ډاکټر سليم اختر د دې اصطلاح توضيح داسې کړې ده چې د مصورۍ په اصطلاح کې ویلی کېدی شي چې سوانحي مضمون رنګين پورټرېټ دی چې په کې مصور پس منظر او پېش منظر ظاهرولو سره شبيهه تړلي ټول جزيات ښکاره کوي خو خاکه پنسل سکېچ دی. اوس دا د مصور خپل وجدان او فني شعور دی چې هغه د تاثر ښکاره کولو لپاره د څهرې کوم خطونه تازه کوي. (اردو ادب کي مختصر ترين تاريخ، مخ(229)
سکېچ د مصورۍ اصطلاح ده چې په کې د څو لکيرو په مدد سره د چا د څهرې خدوخال واضح کولی شي ځکه د ادب په دې صنف کې د ټکو هغه اهميت دی کوم چې په مصورۍ کې د لکيرو دی. د دې نه علاوه اختصار د خاکې بنيادي خوبي ګڼلې شي. خاکه نګاري کم نه کم ټکو کې د شخصيت واضح اوصاف راښکاره کول دي. دا کار د يوې خاص سليقې او مشکل نظر غوښتونکی وي ځکه چې خاکه نګار سره د واقعاتو او تاثراتو انبار وي او ده له په دې کې داسې واقعات منتخب کول پکار دي چې د کوم ايينه کې د پوره شخصيت عکس په نظر راشي ځکه چې غېر ضروري تفصيلات او واقعاتو سره د خاکې تاثر مجروح شي.
خاکه نګار له د کوم قسم واقعاتو انتخاب پکار دی، په دې ضمن کې کليه وضع کول ممکن نه دي خو بيا هم د حفيظ صديقي په قول چې موضوع د خاکې د شخصيت په رڼا کې راوړلو لپاره درې قسمه خبرې پکار دي.
ا… هغه خبرې کومې چې اخلاقي محاسن ګڼلی شي چې ورته حيا، خلوص، معصوميت، رواداري، ايثار، تحمل او خوش اسلوبي وايي.
ب… هغه خبرې چې اخلاقي طور ښه نه شي ګڼلې لکه خود غرضي، بد اخلاقي او جنسي بې راه روي وغېره.
ج… هغه خبرې چې اخلاقي خوبۍ ګڼلې نه شي لکه يو خاص قسم جامې اغوستل، په کرسۍ کې د پښو په سر ناسته، په يو خاص انداز کې ګرځېدل، په اوچت اواز کې په خټ خټ خندل، پيشوګانې يا کونترې ساتل، باديوې الوزول، تراوه ترش څيزونه خوړل، چيلم څښکل يا پان خوړل، په ګرمۍ کې په ګرمو اوبو لامبل، د خوشحالۍ په موقع غمګين کېدل، په يادونو زړه خوشحالولو او يا خيالي پلاو پخول وغېره )نقوش، محمد طفېل نمبر، مخ (119)
خاکه نګار له داسې واقعات منتخب کول پکار دي چې موضوع د خاکې انفرادي تصوير راښکاره کولو سره سره اخلاقيات، مذهب، سماجي او معاشي رويو باره کې د خيالاتو رښتونې عکاسي کوي، تر دې چې د خاکې د ليکلو په وخت د واقعاتو انتخاب کې د دې خبرې اهمتام وکړی شي چې په خاکه کې د خلوت او جلوت پوره عکس په نظر راشي.) خاکه نګاري، 1990، مخ (9)
ډاکتر ګلناز بانو د خاکې په بابله وايي چې خاکه په اصل کې يو شخصي مضمون دی چې په کې د يو شخصيت هم ښکاره او هم منفرد اړخونه داسې ظاهرول چې هغه شخصيت يو ژوندی، ويښ، تلونکی راتلونکی، متحرک شکل کې د قاري په وړاندې راشي. هغه مخکې ليکي چې په انګرېزۍ کې د دې لپاره پنسل سکېچ ټکی استعمال شوی دی. په اردو کې د خاکې مفهوم د سکېچ نه مختلف دی. په سکېچ کې ظاهري خدوخال ښکاره کول تعارف کولی شي. تعرفي خاکه د خاکې يو قسم دی مکمل خاکه نه. په خاکه کې ظاهري تعارف يواځې نه وي بلکې باطني او نفسياتي کېفياتو ظاهرول هم لازمي وي. په دې حقله محمد طفېل ليکي چې
1– حرکات، سکنات، عادتونه، کرامات او انکشافات خو په شخصيت کې وي خو دې نه شاته چرته هغه فکري روح هم موجود وي چې په ګرفت اخستل د خاکه نګار مقصود وي. د خاکې دغه لوازمات چې د دې د پاره متعين دي، په سکېچ کې نه پوره کېږي. د سکېچ په ځای دې لپاره د شخصي پورټرېټ لفظ استعمالول پکار دي.
2– ډاکټر سعيد پورټرېټ ته قلمي څهره وايي او دې توضيح کې وايي چې خاکه او قلمي څهره دوه جدا اصنافِ ادب دي خو په دې کې بعضې خصوصيات مشترک دي. د قلمي څهرې لپاره pen portrait او portrait اصطلاح هم استعمالېدې شي.
په خاکه او قلمي څهره کې بعضې امور مشابهت لري. که داسې وویلی شي چې هغه د خليه نګارۍ توسيع ده. قلمي څهره د څهره نويسۍ فن دی ځکه چې د خاکې په دائره کې د شخصيت او کردار مطالعه هم شامله ده. د خاکې په شان د يو سړي دې کې تعارف ضروري وي چې سر سري يا مختصر وي ځکه چې په قلمي څهره کې د شخصيت تعارف وي. که چرې پېژندګلو اوږده شي نو دلکشي یې باقي پاتې نه شي. د دې لپاره اختصار مناسبت ګڼلی شي.
دويم کمی چې په قلمي څهره کې موندی شي هغه دا دی چې د خاکو د تصويرونو په شان قلمي څهره تعارفي عکس متحرک نه وي. دې لپاره قلمي څهرې زياتره د شخصيت په خولې منحصر وي. په بعضو کې د شخصيت د سيرت ډېره لږه عکاسي ملاوېږي او په اکثرو کې ملاوېږي هم نه. )اردو مين خاکه نګاري، ډاکټر صابره سعيد، مخ (7372)
خاکه نګارۍ کې فني او هیئتي حدونه، اصول او لوازمات پوره کولو سره شخصيت نګاري کېږي، البته په خاکه کې ټول جزييات مخې ته نه راځي بلکې خاص خاص او ښکاره اړخونه انتخاب کېږي چې ورسره شخصيت ښکاره شي او د دې د امتزاج نه د کردار تشکيل کېږي )ډاکټر ګلناز بانو، صوبه سحد مین خاکه نګاری، مخ (31.)
د خاکې په حقله رشيد احمد ليکي چې د خاکه نګارۍ صنف د انګرېزۍ نه اردو ته راغلی دی او پښتو ته د دواړو ژبو نه راغلی دی، ځکه چې پښتنو ليکوالانو دواړه ژبې لوستلې دي او پرې پوهېږي. په انګرېزۍ کې ملټن مری، لټن سټرېچي او انتوني شيلی کوپر د خاکه نګارو په نامه مشهور دي. په اردو ژبه کې د خاکه نګارۍ وړومبۍ نمونه د محمد حسېن ازاد ادب حيات ګڼلې شي او بيا مرزا فرحت الله بېګ نذیر احمد کی کهانی کچهـ ان کی کچهـ میری زبانی” کتاب دی.
په پښتو ژبه کې خال خال خاکې ليکلې شوې دي، ولې چا یې مجموعه نه وه چاپ کړې او داسې وړومبۍ خاکه چې په باقاعده ډول ورته مونږ خاکه ویلې شو، هغه د محترم عبدالحليم اثر افغاني ليکلې د خليق صاحب خاکه ده او دا د تېرې صدۍ په پنځمه او شپږمه لسيزه کې ليکلې شوې ده او د عبدالخالق خليق صاحب په ژوند ليک زه او زما زمانه کې چاپ ده. د دې نه وروستو په مختلفو کتابونو او مجلو کې خال خال خاکې چاپ شوې دي. د خاکو چې کومې مجموعې چاپ دي نو تر دې دمه ما ته دغه معلومې دي؛ د ډاکټر زبېر حسرت نقشونه، د مهراندېش د اکايي په شا، د ساحل ایسپزي دا د ژوند رنګونه دي ـــ د دغې کتابونو نه علاوه که نورې چا ليکلي وي نو ما ته نه دي معلوم او اوس دا د ګل محمد بېتاب د خاکو مجموعه روښانه څهرې.
هغه مخکې ليکي چې خاکه نګاري ژوند ليکنه نه وي، دا ژوند ليک ته نزدې خو وي ولې په باقاعده ډول ژوند ليکنه نه وي. ژوند ليک د موضوع د ژوند مکمله احاطه کوي ولې خاکه په يو څو کرښو کې د موضوع ځينې ځانګړې خوبۍ او خويونه بيانوي. ژوندليک تفصيلي وي او خاکه مختصر او د يوې ښې خاکې لويه خوبي هم دا ده چې په مختصرو لفظونو کې د موضوع سره لوستونکی اشنا کړي. خاکه د يو څو کرښو راکښلو سره جوړ شوي نقش و نګار ته وايي لکه په کارټون کې چې کېريکېچر (Caricature) وي، ولې د ژوندليک او د تذکرې مثال لکه د يو غټ پورټرېټ وي چې هر قسمه رنګونه او مکمل خط و خال لري. )ګل محمد بېتاب، روښانه څهرې، مخ (97)
دغه شان ليکوال او څيړونکی ډاکټر محمد داود جان مومند هم د خاکې د ژانر رغاوڼه د خپلو هنري ځانګړنو سره جوتوي او پښتو ادب ته د راتک شاليد يې ښايي هغه د بيلابيلو ماخذونو نه په استفاده داسې ليکي
خاکه څه ته وايي؟ ددغه مختصر سوال، جواب ورکولو د پاره دلته زه د يو څو پوهانو تعريفونه په دې خاطر وړاندې کوم چې دلته زمونږ لارښودنه وشي او د خاکې د نثري صنف په باره کې مونږ ته واضحه شي چې خاکه کوم قسم نثري صنف دی.
د خاکې د تعريف په اړه نوموړی ليکوال رشيداحمد ليکي: "خاکه د انګرېزي ژبې د سيکچ "SKETCH" لپاره استعمالېږي ۔ دا په پنسل سره جوړ کړی شوي نقش ته ویلی شي او عموماً کله چې د چا عکس ډېر واضح نه وي نو هم خلق وايي چې خاکه غوندې ده. اوس دغه د پښتو خاکه غوندې زمونږ مطلب ښه واضحه کوي. په ادب کې خاکه د يو سړي يا ښځې لفظى انځور ګرۍ ته ویلی شي. خو په دې کې چې ليکوال ته د موضوع (د چا خاکه چې ليکلی شي) کوم اړخونه ښکاري هم هغه لوستونکي ته ښکاره کېږي او په يوه خاکه کې د موضوع د ژوند د عادتونو، خويونو يو عکس ليکوال را کاږي. او داسې لوستونکی د موضوع سره اشنا کېږي."
پروفېسرداورخان داود د خاکې په تعريف داسې رڼا اچوي:
"خاکه د انګرېزۍ ژبې د لفظ سيکج (Sketch) ترجمه ده. په انګرېزۍ کې چې د ادب د کوم صنف د پاره Pen portrait ، Sketch يا د Character Sketch الفاظ استعمالېږي. هغې ته مونږ خاکه وايو. سيکچ په حقيقت کې د مصورۍ اصطلاح ده. په دې کې د الفاظو هر هغه اهميت دی کوم چې په مصورۍ کې ذکر شوی دی."
د خاکې په اړه پروفېسر عارف نسيم ليکي:
"خاکه، د اد يو شخصيت قلمي تصوير وي، دا داخلي او خارجي اړخونه رانغاړي، خاکه په اصل کې تکل يا هڅه ده."
د خاکې تعريف پروفېسر محمد زبېرحسرت څه دا رنګ کړی دی:
"خاکه يو قلمي تصوير دی چې د يو شخصيت د ظاهري او باطني کړو وړو عکاسي کوي او يو قسم له د شخصي تنقيد په زمره کې راځي."
ګل محمد بېتاب په خپله يوه مقاله کې چې هغه د پروفېسر ګوهر رحمان نويد د خاکو په کتاب "پياوړي" ليکلې ده. د خاکې تعريف کې ليکي!
"د خاکې لغوي معني ده هغه ډهانچه چې د کرښو راښکلو په مدد سره جوړه کړی شي. لکه د تصوير، قيصۍ يا موضوع وغېره خاکه جوړول. د ادب په اصطلاح کې خاکه د انګرېزۍ د (SKETCH) د پاره مستعمل ده. ځينو ورته (Pen Portrate) ویلي دي. يعني د قلم په ذريعه تصوير جوړول خو دا هم د مصورۍ اصطلاح ده. مونږه په ساده ټکو کې خاکه هغه مضمون ته ویلی شو چې په هغې کې يو ليکوال د کرښو په ځای د لفظونو په ذريعه يو شکل مونږ ته رامخې ته کوي. دا شکل يا تصوير د مصور د تصوير غوندې نه وي چې محض يو اړخ لري. دا ګونګی نه وي ۔ ژوندی جاړ ګرځنده انسان وي چې خاندي، ژاړي، غصه کېږي، خوراک کوي، بازارونوکې ګرځي، لوبې کوي، منډې وهي، د هغه خويونه، خصلتونه، خوبۍ، خامۍ، جامې، پېزار، د تګ چال ډېرې ظاهري او باطني خبرې مونږ ته معلومېږي."
د دغه مختلفو پوهانو د تعريفونو نه مونږ دا اخذ کولی شو چې خاکه د نثري ادب يو ځانګړی صنف دی. چې په انګرېزۍ کې د دې د پاره مترادف لفظ سيکچ (Sketch) کارولی شي. د خاکې لغوي معني ده وړومبنۍ نقشه او ډهانچه. د چا تصوير په لفظونو کې راوړل. په ادبي اصطلاح کې خاکه هغه ليک ته وايي چې مونږ ته د يو شخصيت کړه وړه، د هغه څه عادتونه او هغه پټې او څرګنده خوبيانې د يو ګرځنده تصوير غوندې قارى ته د کاغذ په مخ باندې راشي."
په خاکه کې مونږ نه صرف د يو شخصيت ښکاره صورت ليدلی شو بلکې د هغه د باطن هم احاطه کولی شو. څنګه چې يو مصور په پنسل باندې کرښې را کاږي او د دغه کرښو نه مونږ ته دا اندازه ولګي چې دا د فلاني تصوير دی هم دغه شان په خاکه کې يو خاکه نګار د لفظونو سهاره اخلي او د يو شخصيت يو قسم ته لفظي تصوير لوستونکو ته وړاندې کوي. مونږ خاکې ته د يو شخصيت لفظي يا قلمي انځور هم ویلی شو.
په فني لحاظ سره خاکه د اختصار محتاجه وي او په دې کې لکه د سوانح عمرۍ په شان د ژوند ټول حالات نه ځایېږي. خاکه لکه د افسانې په شان په يو نشست کې د لوستو جوګه وي. خاکې سره تړلی او پيوسته يو بل صنف شخصيت نګاري ده. خو په فني لحاظ سره د خپل اسلوب او اظهار ترمخه په خاکه او شخصيت نګارۍ کې خو وړومبی فرق دا دی چې خاکه کې صرف اشارې وي. څنګه چې مصورۍ کې د پنسل د کرښو په مدد سره انځور جوړ شوی وي او دا پته ترې لګي چې دا د چا تصوير دی. دغه شان په خاکه کې د يو شخصيت د مزاج، د هغه د فطرت، د هغه د ذات، د هغه د رويو او د هغه سوچ طرفته صرف اشارې کولی شي. خو په شخصيت نګارۍ کې اشارې نه وي او پوره پوره تفصيلات ورکولی شي. په خاکه او شخصيت نګارۍ کې دوېم فرق دا دی چې د وېنا او د اسلوب په لحاظ سره د خاکې اسلوب شګفته وي او پکې خوند رنګ ډېر وي خو د شخصيت نګارۍ اسلوب سنجيده وي او پکې علمي او سنجيده انداز خپل کړی شوی وي. درېم فرق په خاکه او شخصيت نګارۍ کې دا دی چې په خاکه کې زياته توجه د يو شخصيت په ذات او د هغه په شخصي اوصافو وي خو په شخصيت نګارۍ کې زياته توجه د يو شخصيت په کارنامو وي چې د دې شخصيت خدمات څه دي؟ کارونه یې څه دي او په کوم وخت کې یې څه څه کوششونه کړي دي. دغه فني توپير خاکه او شخصيت نګاري د يو بل نه جدا کوي.
په فني لحاظ سره خاکه څه خپلې فني باريکۍ لري لکه په خاکه کې د ژوند مکمل واقعات نه وي. په خاکه کې د يو فرد په انفراديت رڼا اچول وي. دغه شان خاکه هېڅ کله هم سوانحې، تعارفي، يا تاثراتي مضمون نه وي بلکې د يو فرد د ژوند سره تړلي څه منفردو او مخصوصو حالاتو ته پکې کتنه شوې وي کوم چې د يو شخصيت د ژوند مختلف اړخونه په ډاګه کولو کې مدد کوي. دغه شان د خاکې د پاره بې تکلفه او غېر رسمي اسلوب ضروري ګڼلی شي. دا او داسې نورې فني خوبۍ دي چې د يوې خاکې د ډهانچې د پاره ضروري دي.
خاکه د نړۍ په مختلفو ژبو کې ليکلی شي او لوستونکي یې خوښوي. د نورو ژبو په شان په پښتو ادب کې هم خاکه ليکلی شي. په پښتو ادب کې د خاکې ليکنې اغاز کله وشو؟ په دې حقله اياز الله ترکزي په خپل تحقيق "پښتوادب کې خاکه نګاري" کې دا وضاحت څرګند کړی دی. چې په مۍ ١٩٤٩ز کې په اووه ورځنۍ "انصاف" کې د قاضى عبدالحليم اثر خاکه چاپ شوې وه. اثر صېب دغه خاکه په عبدالخالق خليق باندې ليکلې وه. دا د پښتو وړومبۍ خاکه ګڼلی شي.
د هغه وخت نه تر دې دمه پورې په پښتو ادب کې ګڼې خاکې مختلفو ليکوالو ليکلي دي چې په مختلفو وختونوکې په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کې چاپ شوي دي. نن سبا د خاکې ليکلو دا رجحان تند شوی دی. د ګڼو ليکوالو د خاکو ټولګي هم چاپ شوي دي. په دې کې د بلوچستان سره تعلق لرونکي صاحبزاده حميدالله د خاکو ټولګه "ادبي خاکې او نور سمونکي" (١٩٧٥)، د شاعر امن پير ګوهر "ژوندی انسان" ١٩٩٢، د پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت، نقشونه، (١٩٩٩) د پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما"ښکلي ښکلي خلق" (٢٠٠٠) د ساحل يوسفزي، "دا د ژوند رنګونه دي" (٢٠١٣)، د مهر اندېش "دا کايي په شا" (٢٠١٣)، د پروفېسر ګوهررحمان نويد، " پياوړي" (٢٠١٩)، د اعجاز خټک "ايينې (٢٠١٩) د ذکر وړ دي.
د پښتو ادب په خاکه نګارانو کې چې د معيار او تعداد په لحاظ سره د خاکې په ونډه کې کوم شخصيت اضافه کړې ده دغه وتلی نوم د نوموړي صحافي،شاعر، اديب، تکل نګار، ډرامه نګار او خاکه نګار ګل محمدبېتاب دی. ګل محمدبېتاب په پښتو ادب کې هغه واحد شخصيت دی چې د خاکې ليکلو فن ته یې نه صرف وده ورکړه بلکې په پښتوادب کې یې "خاکه" ډېره بام ته ورسوله. ګل محمدبېتاب په پښتوادب کې د خاکې ليکلو شعوري هڅې کړي دي. ګل محمدبېتاب د خاکې ليکلو ته داسې دوام ورکړو چې تر اوسه پورې د هغه د خاکو څو مجموعې چاپ شوي دي. په دې کې د چرچڼو توت (٢٠١٧)، روښانه څهرې، (٢٠١٨) د دستار سړي (٢٠٢٠)د ذکر وړدي. دې نه علاوه د هغه يوه بله د خاکو ټولګه "د سرسړي" چې څوارلس خاکې لري اوس تازه چاپ شوې ده، . دغه شان د خاکو دوه نورې ټولګې چې د يوې نوم دی "د کارسړي" او دويمه د خاکو ټولګه "د شمارسړي" د چاپ په انتظار دي.
ډاکټر حنيف خليل په يوه مرکه کې د ډاکټر شهاب عزيز ارمان د يوې پوښتنې په جواب کې داسې واي
شهاب عزيز ارمان : خاکه څومره اهمه ده پښتو ادب کې څومره ليکلی شوې ده او تاسو ورته په کوم نظر ګورئ؟
حنيف خليل : په دې به هم زه ډېره مختصره خبره وکړم زمونږ دې (Senior) ليکوالو خاکې ليکلي دي چې هغه د خاکې په تعريف پوره دي. د مثال په طور د خليق صېب د شخصيت خاکه راښکلې ده، زمونږ اثر افغاني صېب چې هغه وخت په انصاف اخبار کې يو کم پنځوسم کې چاپ هم ده او ځينې نورو (Senior) ليکوالو چې په هغې کې "قلندر صېب" "همېش خليل "طوفان"، "اجمل صېب" دا ټول چې وو دوي د کرښې په نوم خاکې ليکلې دي. هغه هم د خاکې رنګ لري او بيا د خاکې دا سفر زمونږ تر نسل راغلی دی نو زمونږ په نسل کې خو خاکه ډېره عام شوې ده او ډېر خلق خاکې ليکي زه به لږ سرسري ذکر د دې ځوانانو هم وکړم چې په دې کې اګرچې په مېنځ کې هم داسې يوه کړۍ دوه شته چې د د هغې ذکر هم ضروري دی يعني د "صاحبزاده حميد الله" ذکر ډېر ضروري دی چې د هغه د خاکو وړومبی کتاب چاپ شوی دی، ادبي خاکې او نور دا په (1972) کې د هغې نه پس "اصغر لالا" يو کتاب چاپ کړو چې په هغې کې څه خاکې دي او څه عام ليکونه دي. د هغې نه پس زبېر حسرت صېب يو کتاب چاپ کړو چې خاکې دي د مختلفو همعصرو شخصياتو. او بيا د خاکې کتابونه بلها ډېر شو، "اياز الله ترکزي" په هغې اېم فل کړی دی خو په خاکه کې هم د دې دور چې دا کوم ليکونکي دي لکه "فريد الله شاه حساس"، "بېتاب صېب" دی يا ځينې د مردان دا ليکونکي دي "مهر انداېش" دی، ګوهر نويد دی او ورسره نور ډېر ملګري خو په هغې کې هم زما ذاتي چې کوم ذوق دی نو زه د "اقبال کوثر" په خاکه نګارۍ کې يا خاکه ليکونکيو کې د هغه سيال نه وينم د اسلوب تر مخه هم د مشاهدې ترمخه هم د لوستونکي د (Attract) کولو ترمخه هم او د هغه کتاب اوس چاپ شوی د ی، ادبي خاکې، په هغې هم ما ليکل کړي دي نو زما خيال دا دی چې که مونږه یې د "کاکاجي صنوبر" او د "اثر افغاني" نه هم راشروع کړو خو چې تر "اقبال کوثره" را ورسو نو زما لوستونکي که ما سره اتفاق کوي، که نه کوي دا زما ذاتي رائی ده چې زه د هغه ابتدا نه واضحه تر دې دمه پورې "اقبال کوثر" په "خاکه نګارۍ" کې بېخي ځانګړی وينم، منفرد یې وينم.
له پورتني بحث نه جوته شوه چې پښتو کې هر څو که د خاکې يا خاکې ته ورته ليکنو اثرات عين د خوشحال بابا له دوره هم ليدی شو چې په خپلو منظوماتو کې يې د ځنو شخصياتو شخصي او علمي کړه وړه ښودلي دي خو په پوره معنا پښتو کې د خاکه ليکنې پيل هم هغه د عبدالحليم اثر افغاني په خليق صاحب د ليکلې خاکې نه په ۱۹۴۹ ميلادي کال کې کيږي په همدغه کال کاکاجي صنوبر حسين مومند هم د زوړ اشنا په نوم يوه خاکه ليکلې ده خو د فن او هنر په تول پوره او کره خاکه بيا هم د ارواښاد اثر افغاني ده دغسې چې د خاکې ژانر په پښتو کې سفر پيل کړی دی نو تر دې دوره ګڼ شمير خاکې وليکلی شوې چې اوس پکې يو شمير د خاکو مجموعې هم چاپ دي د خاکې په باقاعده ليکوالو کې د مردان د اديبانو هم اهمه برخه ده چې ارواښاد قمر راهي به د کرښې د عنوان لاندې لنډې خاکې ليکلې او په قند مجله کې به چاپ کيدلې نو دغه قسمه کرښې بيا په مشرانو ليکوالو کې هميش خليل قلندر مومند ولي محمد طوفان لطيف وهمي او څو نورو هم وليکلې په مردان کې عبدالواحد قلندر او ځنو کشرانو هم خاکې وليکلې چې پکې ډاکټر زبير حسرت روښان يوسفزی فيض الوهاب فيض مهر انديش په کراچۍ کې ميشت ماښام خټک او يو شمير نورو دغه ژانر ته وده ورکړه تر دې چې د ځنو ليکوالو د خاکو ټولګې هم چاپ شوې د ټولګو لرونکيو ليکوالو نه په ځانګړي ډول د ګل محمد بيتاب اقبال کوثر او ارواښاد سليم راز په کتابونو ځانګړې تبصرې هم دلته راوړلی شي
۱ د کار سړي
د خاکو ټولګه ګل محمد بيتاب
تبصره ډاکټر محمد همايون هما
هډو ابتدا کې به دا خبره سپينه کړم چې ګل محمد بېتاب د خاکو په ليک کې کومې نوې لارې را پېدا کړې او هغې له یې يو ځانګړی خوند رنګ هم ورکړو. اوس ددغې خوند رنګ د خپلولو په خاطر زمونږ ګڼ ليکونکي دغه رنګ کې قلم چلوي . نن سبا د خاکو د ليک شمېره ښه زياته شوې ده. خو زه بېتاب د خاکو ددغې نوي رجحان بنيادګر ګڼم. رښتيا خبره دا ده چې بېتاب خاکه نګارۍ ته سم کار ویلی دی او کله یې چې ما ته د خپلو خاکو په دې نوي کتاب د ليک وېنا وکړه نو ما له یې هم کار وکتلو۔ چې مسوده یې را کوله نو يوه قيصه یې هم وکړه. ویل یې چې مراد شينواري دې الله وبخښي پروفېشنل ليکونکی و. ريډيو کې یې کار کولو او دغلته مسوده کار و. هره ورځ به یې يو پروګرام ليکلو. ددې نه علاوه فلمونو له به یې سندرې هم ليکلې، کيسټو د پاره به هم ورپسې هر وخت خلق را روان وو. چې د سندرو فرمائش به یې ورته کولو. په منت او سفارشونو به یې پرې نغمې ليکلې. پيشکي رقم به یې ورته په ميز کېښودو. مراد شينواري چې به دغه رقم وليدو او چا به ورته د سندرو ليکلو فرمائش وکړو نو سره د تاند ذهن به یې رنګ زېړ وتښتېدو. او ورسره به یې ګيډه ګډه وډه شوه. ویل به یې چې سندرې ليکل زما کار دی او دې سره زما روزي تړلې ده. خو چې کله راته څوک وېنا وکړي نو بيا مې ساګ سيلۍ وړی وي۔
زه هم روزانه اوږده اوږده ليکونه کوم خو دا زما د خپلې مخې وي. هر څه چې مې وليکل خو چې کله ما ته څوک وېنا وکړي نو د مراد شينواري غوندې هاضمه خو مې نه خرابېږي خو په معمولاتو کې مې فرق ضرور وي دا فکر مې واخلي چې يره زه به څه معياري ليک وکړی شم او که نه ؟۔ بله خبره دا ده چې ما د عمر يوه لويه برخه د ټی پی ټپ په محکمه کې تېره کړې ده. د نصاباتو سره به مې کار وو. غالب ښکته غالب پورته. ذوق ديخوا او ذوق اخوا، افسانه کې يوه موضوع وي. قافيه څه ته وايي او رديف کومه بلا وي. دغه مونږ خپله هم د طالب علمۍ په زمانه لوستي وو او خپلو شاګردانو ته مو هم دغه ګردان کولو نوځکه زما د چا په کتاب يا ليک ته ډېر سمی نه راځي. نصابي خبرې ما ته په زړه شخوند ښکاري او په يو رنګ کې د خپلې ژورې مطالعې يو نمائش ښکاري لکه زه خو د دې فن ماهر يم. او ټول تاريخ یې زما سينه کې خوندي دی. کېدی شي په غلطه يم. زه وایم چې لوستونکي خپلې مخې ته پرېښودل پکار دي. ما ته په کتاب ديباچه ، مقدمه، سرنامه که هرڅه ورته وايي د دارو پرچه´ ترکيب استعمال ښکاري چې په کې مقدمه باز ورته د کتاب د لوستو پال پرهېز ښاييلی وي او لوستونکی خوار ډیر په پام کتاب لولي چې هسې نه بد پرهېزي پکې رانه ونه شي. خېر زما دا رایې به دومره صحيح نه وي په مقدمه کې د کتاب څه لږه ډېره پېژندګلو ضروري وي چې لوستونکی ورته په ذهني توګه تیار شي البته لوستونکي له د وړومبی نه د رایې جوړولو کوشش نه دی پکار.
تردې پوی نه يم چې ما څه ووې، ښه مې ووې او که هسې بوس مې باد کړل. که ستاسو خيال وي نو زمونږ د پښتو اکيډيمۍ په کتابونو کې ليکلي ديباچو يوه سکه بنده جمله وي چې "ادم نه تر دې دمه" داسې کتاب او بيا هغه اردو کې وايي " الله دی اوربنده لی" چې ديباچه سرته رسي نو ادم نه تر دې دمه ليکونو د لوستونکي مازغه دومره دد کړي وي چې هغه باقي کتاب لکه چې په خوب کې لولي. نو زه هم د بېتاب د خاکو په دې څلورم کتاب "دکار سړي" په نوم ستاسو د وړاندې د ادم نه تر دې دمه د ليکلو خاکو ذکر نه ځان په ډډه کوم او رښتيا خبره دا ده چې ما ته په پښتو کې د ليکلو خاکو دومره معلومات هم نشته. څوک وايي په دې کې شخصيت وړاندې کولی شي. او ځينې وايي نه دا د کردار نګارۍ يو شکل دی. چا خاکې له د کارټون نوم ورکړی دی او ورته لفظي کارټون ویلي شوي دي. زه خو پرې والله که پوی شوم چې د دې خبرو مطلب څه دی. ما هم په دې صنف کې څه کش کړپ کړی دی خو پوهه نه يم چې خلق ورته څه وايي. کارټون، کردار نګاري که بل څه خو تراوسه چې پښتو کې څومره خاکې ليکلې شوي دي هغه هرخاکه نګار د يوې تړلې فارمولې لاندې قلم بند کړي نه دي. هغه چې صاحب خاکه څنګه ليدلی دی، د هغه د شخصيت په رنګونو څومره پوهه شوی دی ، کوم تعلق یې چې ورسره پاتې شوی دی. په خپله خاکه کې یې دغه اړخونه بيان کړي دي. زه دلته په پښتو کې د هغه کسانو د نومونو اخستو نه هم ډډه کوم چا چې خاکې ليکلي دي او ډېرې ښې یې ليکلي دي خو ما ته د دې خبرې اجازت راکړﺉ چې د ښه نه ښه ليکلې شوې خاکه کې د "مولوي مدن" د خاکې د خوند رنګ کمی ضرور محسوسېږي. زما په دې خبره دې خاکه نګار ملګري زړه نه درنوي.
زه به بيا خپله دا خبره دوباره کړم چې ګل محمد بېتاب ديو ټرينډ سټر Trend Sitter مقام حاصل کړی دی. کېدی شي چې راتلونکو وختونو کې څوک د هغه د ډغرې خاکې وليکي خونن وخت کې د هغه د خاکو درز خور کړی دی. هغې ته څوک نه رسي. نو ځکه که زه هغه ته : “بابائی خاکه” وايم نو په ځای وايم. دا جدا خبره ده چې د بېتاب دغې بابا ټکي سره هسې نه لګي او په ځای یې نه لګي. ما په اردو کې د مولوي عبدالحق سره د بابا د خطاب نه علاوه بل چا سره دغه ټکی نه دی ليدلی يا کېدی شي زما علم کې نه وي چې بل چاته بابائی اردو وايي. دلته خو مونږ سره په هر صنف کې د باباګانو لويه ذخېره پرته ده.
اوس به راشو "د کار سړي" نومې کتاب ته نو په دې کې د پښتو د پنځلسو نوموړو شخصياتو خاکې زمونږ د وړاندې دي. په دې کې کوزه کې سمندر،د ادب بابا نانک، ټول جهان کې يو، درې نومونو والا سړی، قيصه بړ، د محبوب خان سپاهي، چاقو، وررسي، د اصلي باچا نقلي خاکه، د جنازو بابا، املايي خاکه، روپۍ وړه په تول پوره ، برګه وريځ شی او اګي وال.
دا د هغې شخصياتو څه ورته وايم اشاراتي، استعاراتي او که تشبيهاتي نومونه دي. چا ته چې بېتاب د کار سړي ویلي دي. زه یې اصلي نومونه نه اخلم ګنې بيا به یې تجسس ختم شي. بېتاب د خاکه نګارۍ د پاره خپل يو اسلوب ايجاد کړی دی چې هم د هغه سره خاص دی. هغه چې کله د يو شخصيت پحقله خبرې شروع کړي نو د خبرې نه خبرې داسې راوباسي لکه چې د ونې د يو ښاخ نه بل ښاخ راوځي او چې هغه پخپل روان دوان او بهاند ساده نثر کې چې خپل يو اسلوب لري. د دغې شخصيت يو داسې اثري تصوير وړاندې کړي چې د تجسس نه برجک وي. د هغه خاکه که هرڅومره اوږده وي خو لوستونکي په يو نشست کې سرته رسولو ته مجبوروي.
دلته به زه دا خبره هم وکړم چې د بېتاب خاکې صرف په ستائینه اډاڼه نه وي ځکه چې دغه بيا خاکه نه شخصيت نامه شي. دا خبره هم تر ډېره حده درست ده چې خاکه د خپلې خوښې په شخصيت ليکلی کېږي. هغه شخصيت د خاکې موضوع ګرځي چې خاکه نګار د هغه د کړو وړو، د خبرو او که اديب وي نو د ادبي کار نه خبر وي، زما د بېتاب د دې خبرې سره هم سل په سل اتفاق دی چې خاکه په فرښته نه ليکلی کېږي يا په هغه شخصيت چې ليکونکی یې ړوند عقيدت مند وي. نو د هغه نظر به ددغه شخصيت صرف په هغه اړخونو پرېوځي چې ده ترې اثر اخستی وي، د ده خوښ وي او ده یې نورو ته څرګندونه خپل مشن ګرځولی وي.
دې لړکې بېتاب به دا مني چې "د کارسړي " کې راغلي د يو څو کسانو نومونه ما هم ورته په ګوته کړي او بيا هغه په دوي خاکو ليکلو ته متوجه شوی دی. او ځينې داسې دي چې زير خاکه شخصيت ورته ځان پخپله په ګوته کړی دی چې دېخوا هم توجه وکړه. داسې خاکو ته که زه فرمائشي ووايم نو بې ځايه به نه وي خو دلته زه دا وضاحت ضروري ګڼم چې هغه "د دستار سړي" (نور به وي زه نه يم) کې زما خاکې ته د "فرمائشي خاکه" عنوان ورکړی دی . نه پوهېږم چې ددې نه یې څه مطلب و؟ خو دا به بېتاب مني چې ما ورته، په ما د ليکلو فرمائش بېخي نه دی کړی. ما چا ته هم خدای دې نه کړي تراوسه په ځان د ليک وېنا نه ده کړې. نور کتاب کې یې داسې د کار سړي وړاندې کړي دي چې د کار فېصله به یې راتلونکی وخت کوي چې مونږ یې د شخصيت د ګڼو اړخونو نه ناخبره پاتې شوي يو او چې کله يو تن نيم داسې ته مې ورله پام راګرځولی دی چې که زما زړه ته نزدې و نو په جواب کې یې ما ته صفا ووې هغه خو فرښته ده. او په داسې خلقو د ليک زه جرات نه شم کولی.
د دې نه دا خبره ښکاره کېږي چې بېتاب د خاکې د پاره کومه کنډه ساتلې ده په هغې د شخصيت د تللو د پاره هغه خپل کاڼي ساتلي دي او دا په بازار کې د امروزه څيزونو د پاره چې کوم کاڼي پکار راځي د هغې نه ډېر معياري دي. "د کار سړي" او د هغه په نوروکتابونو کې راغلو خاکو نه چې د صاحب خاکه کوم تصويرونه مونږ ته وړاندې کولی شي په هغې کې که هرڅو د بېتاب خونده ورو جملو کې انغښتي وي خو دغه جملو کې مزاح سره د طنز رنګ هم ګډوي. د بېتاب کمال دا دی چې د هغه هره خاکه د شائسته بيانۍ يوه داسې هنداره وي چې د هغه قلم دڅرګند توهين حد ته نه دی رسېدلی. که هغه چرې دا وايي چې يو شاعر دومره شوم و چې ورور ترې لس زره روپۍ قرض وغوښتې نو هغه دغه ټوله شپه ټک خوب ونه کړو او د خپل کور په صحن کې به دجامو د خيرنېدو له وېرې بې لباسه ګرځېدو نو ورسره دا هم وايي چې دغه شاعر د نظم باچا و او د هغه د پاې شاهکار نظم تراوسه پښتو کې نه دی ليکلی شوی.
هغه اکثر د زيرخاکه شخصيتونو داسې تصويرونه پېش کوي چې دغه شخصيات به یې هم په لوستو حېران شوي وي چې ښه ګني زه داسې يم. خوند به یې ترې اخستی وي او خوشحاله شوي به وي.
بېتاب خپل زړه ته نزدې د داسې دوستانو خاکې هم ليکلي دي چې قلم کاران نه دي او په ادبي دنيا کې یې څوک نه پېژني خو د هغوي د شخصيت ځينې اړخونه او خويونه داسې ناوياته او عجيبه دي چې په لوستونکيو سحر طاري کوي او هغه بې اختياره په دې وېنا مجبوره شي چې ښه ګني داسې عجيب و غريب شخصيات هم زمونږ خواو شا کې ژوند تېروي.
په ځينو خاکو کې یې د افسانې غوندې تجسس داسې په فنکارۍ بېتاب برقراره ساتلی دی چې تر ډېر ساعته لوستو پورې بنده حېران وي چې داسې څوک دی؟ او چې د هغه نوم واخستی شي نو هغه يوځل بيا خاکه د ابتدا نه لوستل شروع کړي.
د بېتاب خاکه د افسانې خوند لري. د ډرامې بنيادي عناصر هم په کې ليدلی شي او چې په چا ليکي نو په مينه یې ليکي. د هغه سره د خپلې پېژندګلو حق ادا کوي. د هغه دشخصيت ناوياته اړخونو په بيان کې چرې د بخل نه کار نه اخلي.
بېتاب لوی کار کړی دی او هغه دا چې د خاکو په صنف کې یې داسې خلق راتلونکي وخت ته سپارلي دي چې زما په خيال د بل چا د وس کار نه و او نه هغوي ته دومره توجه ممکن وه.
په کتاب د ليکنې د پاره يوه سکه بنده جمله دا هم ده چې په دې کتاب کې راغلې شاعري، افسانه، ډرامه يو انفرادي رنګ لري. ما ته په دې وېنا کې هېڅ باک نه ښکاري چې دغه سکه بنده جمله په هره ديباچه دومره ځله ليکلې شوې ده چې اهميت یې بېخي ورک شوی دی نو که زه دا ووايم لکه چې هم دې ليک کې ما چرته ویلي هم دي چې بېتاب اصلي معنو کې درجحان سازه خاکو موجد دی. خفه کېږي دې نه . مختتم ورته ځکه نه وايم کېدی شي راتلونکي وخت کې د بېتاب د خاکو نوی رجحان،اسلوب او رنګ د نوو رنګونو سره نور ليکونکي وړاندې بوځي خو د بېتاب دخاکو رنګ به برقراروي ، او تر اوس وخته د هغه د خاکو دانفرادي رنګ نه انکار ممکن نه دی.
يوه وروستۍ خبره دا ده چې سمندرخان سمندر يو ځل په مشاعره کې غزل يا نظم اورولو د قافيې د ضرورت اداييګۍ د يو ټکي تلفظ بدل کړو. ښه یې وکړل که بد په دې خبره نه کوم خو د هغه په خپله شعر ګويۍ دومره اعتبار و چې ورسره یې دا هم وویل تاسو به د دې ټکي استعمال غلط ګڼئ خو زه یې روا کوم. دغه شان د جګرمراد ابادي د غزل په يوشعر اعتراض وشو نو هغه په ډانګ پيلي وویل"فن زما نه دی، زه د فن نه ´ نه يم" نو زه هم دا وايم چې ګل محمد بېتاب چې د خاکه نګارۍ په اسلوب او فن کې کومې تجربې وکړې او جدت یې په کې پېدا کړو دا د هغه د ذهانت او دخاکه نګارۍ په فن کې داسې نوې لارې دي چې راتلونکي به پرې تل فخر کوي . دا به منئ چې په موجوده وخت کې د خاکو په ليکلو کې کومه اضافه شوې ده د دې يوه وجه د بېتاپ د دې پرله پسې خاکو ليکلو اثر دی. نور بس.
۲ خاکې ماکې
د خاکو ټولګه سليم راز
تبصره عنايت الله بهار
په لغوي لحاظ سره د لفظ ،،خاکه،، معنې نقشه ، تصوير ، کچه نقشه ، وغېره دي ، خو په ادبي اصطلاح کې خاکه هغه ليک يا مضمون وي په کوم کې چې د يو شخصيت پوره تاثر پېش کړی شوی وي ، استاذ مشتاق مجروح يوسفزی د خاکې تعريف څه په دې ډول کړی دی ،
" په انګرېزۍ کې سکېچ Sketech په پښتو او اردو کې ورته خاکه ویلی شي ، سکېچ sketech د فن مصورۍ اصطلاح ده چې په کې د څو کرښو په مدد د يو شخصيت ، ځای يا د واقعې خدوخال ښکاره کولی شي دغه شان په دې ادبي صنف کې ليکونکی لکه د مصور د لفظونو نه هغه کار اخلي کوم چې مصور د کرښو نه اخلي خو د خاکې دپاره ضروري څېز اختصار دی اغنې خاکه ليکونکي له پکار دي چې هغه د څه خاکه ليکي نو چې د هغه تصوير داسې جوړ کړي چې په خلقو يې وه پېژني "
خاکه د مضمون يو قسم دی په کوم کې چې خاکه نګار د يو شخصيت تصوير پېش کوي ، خاکه نګار لکه د مصور د دغه فرد حليه ، او د هغه شخصيت هغه اړخونه کوم چې د هغه په ژوند او شخصيت ډېر غالب وي په لفظونو کې په مختصر مګر جامع انداز کې پېش کوي ، داسې چې لوستونکی د هغه د پټو او ښکاره خوبېو او خامېو نه خبروي ،
خاکه نګار چې په کوم شخص خاکه ليکي د هغه د ژوند ، عادتونو ، مزاج او فکر نه به خبر وي ، يعنې په ذاتي توګه به يې پېژني ، دغسې په خاکه کې طنز او مزاح اجازت هم شته خو د دومره هم نه چې بېخي د هجو درجې ته ورسېږي ، خاکه نګار به مکمل غېر جانبدار وي ، د چا به بې ځايه سپکاوی نه کوي ، د خاکې تر ټولو لوي خصوصيت دا دی چې دا به مختصر او جامع وي خاکه نګار چې د کوم شخصيت خاکه ليکي نو د هغه د ژوند غټ غټ او ډېر غالب اړخونه به راخلي يعنې د ټول ژوند حال په کې لکه د ژوند ليک نه شي بيانېدلی ،
لنډه دا چې خاکه داسې يو مضمون ته ویلی شي په کوم کې چې د يو شخصيت حليه ، کړه وړه ، عادتونه ، خامۍ او خوبۍ ، په مختصر مګر جامع انداز کې پېش شوې ،
خاکه نګاري يو باقاعده ادبي صنف دی کوم چې په پښتو ادبياتو کې يوه تاريخي سابقه لري ، او تر دې دمه يې د پښتو جولۍ ته ډېر څه بخښلي دي ، د قاضي عبدالحليم اثر افغاني صاحب نه تر ډاکټر سجاد ژوندون پورې د پښتو ډېرو ليکوالانو په دې مېدان کې ډېرې د قدر وړ هلې ځلې کړې دي ،
استاذ سليم راز صاحب هم د دغه بختور کاروان يو داسې غړی دی څوک چې په ډېرو حوالو سره د بېخي ډېر اهميت حامل دی ، چرته چې هم د پښتو ادب ، سياست ، او صحافت ذکر کېږي نو هلته به خامخا د استاذ سليم راز ذکر هم کېږي ، او هغه ځکه چې سليم راز خپل ټول ژوند ادب ، سياست او صحافت ته وقف کړی وه ، او په دغه درې واړو مېدانونو کې يې په ډېرو حوالو سره خپل يو ځانګړی او منفرد نوم ګټلی دی ، يعنې سليم راز په يو وخت
استاذ سليم راز په يو وخت د بې شماره کشرانو سياسي لارښود ، پياوړی او ترقي پسند شاعر ، نه يرېدونکی او نه خرڅېدونکی صحافي ، او سترګه ور نقاد وه ،
سليم راز داسې نر وه چې په ډېرو سختو او مارشل لايي دورونو کې نه د جېل نه يرېدو ، نه د پابندېو نه يرېدو ، او نه يې د نظر بندېو څه پرواه کوله ، هغه به په هر مېدان سپين سپېځلي هغه څه وېل څه چې به د حالاتو تقاضه وه ، سليم راز ټول عمر خپل تېره قلم په داسې داسې موضوعاتو پورته کړی دی د کومو جراٸت چې ډېرو لوېو لوېو خلقو هم نه شو کولی ، خلقو روپۍ ګټلې ، جاګيرونه يې پېدا کول ، نوکرۍ او منسبونه يې پېدا کول ،، خو سليم راز د خوار غريب مزدور د حقونو جنګ کاوه ، سليم راز د خپلې ژبې مقدمه چلوله ، سليم راز د خپلې خاورې او خپلو قامي حقوقو په سنګر کې ولاړ وه ، دا لاره څه اسانه نه وه ، د بې شماره ازغو نه ډکه وه ، ځکه خو په دې ازغن ازغن سفر کې انډر ګراونډ ژوند يې هم کړی دی ، او د سرکار نظربندۍ يې هم زغلمې دي ، خو د دې هرڅه باوجود هم چرته بدل شوی نه دی ، او ان تر اخري سلګۍ په خپله خبره ، خپل فکر او خپلې نظريي کلک ولاړ پاتې شو ، قلم د هغه علم وه او تر اخره يې دغه علم جګ وساته ، او خپلې ژبې او ادب ته يې د شاعرۍ او نثر بلها ډېر کتابونه ورکړل ، تنقيدي کرښې ، د زخمونو پسرلي ، زه لمحه لمحه قتلېږم ، له باړې تر باړه ګلۍ ، رحمان بابا يوه فکري مطالعه ، يقين ، پښتو ادب کې سفرنامه ، ادب او تنقيدي مسایل ، پاکستاني ادب پښتو شاعري ، ټول جهان سره نزدې ووم ، اجمل او قلندر ، او خاکې ماکې ،، يې تر دې هغه چاپ کتابونه دي کوم چې تر دې دمه د لوستونکو لاسو ته رسېدلي دي ، د دې نه علاوه ځيني مواد يې په مارشل لايي دورونو کې ضایع شوې هم دي ، او نور ډېر زيات ، ادبي ، سياسي او تاريخي ليکونه يې ناچاپ هم پراته دي ،
خاکې ماکې ، د ښاغلي سليم راز تازه چاپ شوی کتاب دی په کوم کې ښاغلي راز صاحب د خپلو همعصرو ديارلسو شخصيتونو ، قمر راهي ، عبدالله جان مغموم ، سعدالله جان برق ، هاشم بابر ، همايون هما ، محمد اسلام ارماني ، ډاکټر خورشېد عالم ، محمود اياز ، حاجي ګل زره ، عبدالروف عارف ، شېرعلي باچا ، کشور سلطان ، او ګلنار بېګم ، خاکې ليکلې دي ،
دا ټول شخصيات چې د ژوند د بېلا بېلو شعبو سره يې تعلق دی ، لکه ادب ، سياست ، او موسيقي د دې ټولو سره د راز صاحب ډېره خوږه دوستي وه ، د ژوند يوه ډېره موده يې يو ځای تېره کړې وه ، په شريکه يې د ژوند سختې او د کړاوونو نه ډکې ورځې تېرې کړې وې ، او د هرڅه نه بالاتر دا ټول د يو فکر ، يو سوچ او يو سنګر ملګري وو ،
ځکه خو ښاغلي راز صاحب ډېر د نزدې نه پېژندلي ، او محسوس کړې دي او بيا يې دغه هرڅه په خپل خپل وار قلم کاغز ته په پوره پوره ايماندارۍ سره په داسې انداز سپارلي دي چې په خلقو يې هم پېژندلي دي ، د راز صاحب دا خاکې ماکې صرف د خاکو تر حده محدود نه دي بلکې دا زمونږه د دغه ښاغلو تاريخ هم دی او د دې سره سره د دغه دورونو د سياسي ، ادبي ، صحافتي ، او معاشي حالاتو هنداره هم ده ، ښاغلی راز صاحب يو ډېر لوستی قلمکار وه هغه د دې خاکو د ليکلو په وخت هغه ټول اصول او لوازمات په نظر کې ساتلې دي کوم چې د خاکه نګارۍ دپاره ضروري دي ،
راز صاحب چونکې د پښتو يو نماٸنده او سترګه ور نقاد وه نو ځکه د هغه په دې خاکو کې هم د تنقيد ، رنګونه ښکاري ،
لکه د سعد الله جان برق صاحب په خاکه کې داسې ليکي ،
" ما دا اعتراف هم يو ځای کې کړی دی چې پښتو کې د ټي وي ډرامه راٸټرز هم دوه دي ، سعد الله جان برق او نورالبشر نويد ، يو په مزاحيه او بل په سنجيده ډرامه ليکلو کې ، دا زما ذاتي رايې ده خو په دې هم زما په دښمنانو کې اضافه کېدی شي "
دغسې د راز صاحب په دې خاکو ماکو کې د طنز او مزاح عنصر هم ښه په مناسب مقدار کې شتون لري د کوم په وجه چې د دې خاکو ماکو د لوستلو په دوران کې لوستونکي ته ډېر خوند ورکوي او کله کله خو لوستونکی ښه په بړق بړق وخندوي ، لکه د هاشم صاحب په خاکه کې چې ليکي ،،،،،
" رېښم ګرو بازار کې داسې يوې جمګټه کې يو حکيم صاحب په اردو ژبه کې د خپلو غرونو ځنګلونو د سفر تجربات او نسخه جات خلقو ته پېش کول او يو پښتون مترجم شاګردنما حکيم به په ډېر وياړ پښتو کې خلقو ته رسول ، په اخره کې حکيم صېب د خلقو اعتماد مضبوطولو دپاره ووې چې ،،، اګر اس مې اېک لفظ بهې جهوټ هو تو می حرامي هوګا ،،، ترجمان يې ډېر په استقامت او متانت ترجمه وکړه چې ،، که په دې کې يو ټکی هم دروغ وي نو دا حکيم صېب به حرامي وي "
د ښاغلي راز صاحب دا خاکې ماکې دغسې د نورو ډېرو خوندورو اوصافو او ځانګړو صفاتو نه هم ډکې دي ، راز صاحب په دې خاکو ماکو کې يو کمال دا کړی دی چې د خپل دور د هغه دوه ښځينه سندرغاړو ، ګلنار بېګم او کشور سلطان خاکې يې هم ليکلې دي يقينا چې دا راز صېب ډېر لوې کار کړی دی ، د خپلې خاورې سندرې ته او سندرغاړې ته درانوی ورکول هم د راز صېب غوندې لوې انسان کولی شي ،
خاکې ماکې د استاذ سليم راز د خپل نوعيت داسې يوه منفرده ډالۍ ده کومه چې مونږه ته زمونږه د دې خاورې د دغه سپېځلو شخصيتونو سره د دغه دورونو مخصوص سياسي ، ادبي او معاشي حالات هم راپېژني ، په پښتو ادب کې تر دې دمه د خاکو بلها مجموعې چاپ شوې دي کومې چې په خپل خپل ځای اهميت لري ، خو د ښاغلي سليم راز صېب خاکې ماکې داسې يوه منفرده مجموعه ده چې ثاني به يې ډېره په ګرانه پېدا کېږي
۳ خاکې
د خاکو ټولګه اقبال کوثر
تبصره طیب الله خان
زما په وړاندې دا کتاب په جوړښت هم داسې دی څنګه چې نن سبا د پښتو زيات کتابونه دي چې چا یې په کاغذ کې ګوته کړي وي او چا په نور څه کې خو په ظاهري صورت ښه خوش لباسه چې سپينه دانې داره جوړه یې اچولي وي، د دغه سپين پوخ په مېنځ کې د څو کرښو نه يوه خاکه جوړه ده چې په سپينه لمن داغ نه، بلکې په سپينه لوپټه د څو رنګه مقېشونو غوندې خوندور لږي خو زه د رحمان بابا د نورو افکارو په څېر د کتاب په اړه هم په بخښنې سره د هغوي د وېنا متعرف يم چې: په ظاهر صورت غلط د کتاب مه شه، مېنځ یې لوله چې چغزي دی که مټاک، د دې کبله چې کوم کتاب راته تر لاسه شي يا یې څوک راکړي نو تر څه ځايه یې په اراده لولم بيا د کتاب خوښه چې ځان راباندې لولي او که نه هغه د پښتو د لوړ نقاد د کتاب په څېر چل کوي کوم ته چې د ماما په سر ماماګان کېني خو ددې کتاب په اړه د وړاندې نه زما يقين وو چې وبه یې لولم ځکه چې دا يو داسې ماما ليکلی دی چې زما د دوه سکه ماما ګانو کومو چې زما هسې دا خيال پوخ کړی دی چې زيات تره دوه ورونه خدائی پاک په خويونو هابيل او قابيل پېدا کوي، ورپسې د ښاغلي دلباز ثاني ماما څوک چې د بنو نه تر مردانه د ټول پښتو ادب سکه ماما دی او د ماماتوب دومره جوازونه او بسياره مينه لري چې زما بشمول ډېر خلق یې د کوم ځائی ګرولو په هغه خصوصيت چې د خوريي طمع پېدا کوي او ورسره په خوريي توب هم وياړ کوي دا بېله خبره ده چې د څه خلقو هسې ګمان دی چې د وياړ په دغه لړو کې یې څه بې وياړه هم پټ خوندي دي، د دغه ماما ګانو نه اخوا زه بل چا ته په دومره مينه ماما ویلو ته تيار نه وم خو ددې کتاب ليکوال لومړی خو د هغه د نثر ښکلا او روانۍ ، خوندورو، شګفته او زومعني جملو او چې کله مې ورسره د نزدې نه پېژندګلو وشوه نو د هغوي مينه ناک، شفيق، کره او د احترام وړ سوچه پښتون شخصيت دې سړي ته هم په ماما ویلو مجبوره کړم ګنې يو وخت مې د هوا په چپو د بلها ماماګانو سره ګپ وو چې په فېس بوک یې د ګپ د پاره يو ګروپ غوندې جوړ کړې وو په کوم کې چې د رياض تسنيم، ممتاز اورکزي، طائر ځلاند، ماښام خټک او څو نورو کټه کټه ماماګانو سره سره د پولې نه اخوا يو شاعرنما غوندې ماما هم موجود وو د کوم نه چې به ما ددې کبله ګيله نه کوله چې عقل د خدائی ورکړه ده که بعضې نيم ته یې نه وي ورکړی نو ګرم نه دی خو ددغه خبرې نه به ځکه تېر شو چې بعضې وخت رښتيا ویل هم په غېبت کې راځي نو يواځې د خپل ماما خبره به وکړم چې زما عزيز هم دی او د رڼا ګانو او لړو غوندې ښارونو ترې هم خپل مومندي خويونه او روايات نه دې اخېستي، په قلم کې یې هم د روايتي حجرو د باسوادو جرګه ايزو لهجه او تجربه په موجونو ده، تکلونه، مضمونونه، خاکې او څه هم چې ليکي يو خپل ځانګړی خوند او د نثر خپل اسلوب لري ددې کبله د فوټو سټېټ مشينونو ډېر په قيصه کې نه وي ځکه یې بلها خلکو د خاکو نه ماکې او د تکلونو نه مکلونه هم ويستي دي خو کله کله هسې د سوخته د قينچي کړپو يوه مستانه نعره غوندې پورته کړي، زه ورته واييم چې ماما پرېږدوه یې مونږ به ځانله بل وپړسوو.
په دې کتاب کې ماما د بلها درنو څټو خاکې راټولې کړي دي، دغه څټې ښه د څټې نه پيژني چې دغه د خاکې اصلي غوښتنه هم ده د بعضې خاکه مستو په څېر نه دی چې د سيند نه پورې غاړه په قولبه پسې روان زمېدار یې ددې غاړې نه خاکې راښکلي دي زما په اند دغه هسې د خاکې خاک کول وي.
ماما په دې کتاب کې د راټولو څټو پوره خدوخال هم بيان کړي او چرته چرته یې د دغه څټو په څټونو ځيګ ځيګ صابون هم مږلی چې د لفظونو ځګ یې پرې داسې پريښی چې د څرمنې اصل رنګ راويستل یې ترې د لوستونکي د نظر او چشمو زور ته پريښي دی خو د فېض صېب خاکې ته د دغه ځګه استثنا حاصله ده، د فېض خاکه هم بلها خوندوره ده خو دغه احساس ته وده ورکوي چې د ښاغلي فېض نه د احترام داسې هاله تاو ده چې د ماما قلم هم خوږ ځائی ته ګوتي نه دي ور وړي.
د ثاني ماما په خاکه کې ماما هم د بنوڅو د کبله د هغې مغالطې ښکار شوی دی په کومه کې چې دغه ازاري شاهد قماش په نابلدۍ کې زه ور ديکه کړی ومه، تسنيم دې خدائی وبخښي که ماما یې خطا کړی وي خو زما په اند د هغه د تشريف د سوزش علت څه نور هم کېدې شي ګنې ماما خو سړي ته د ډېرې مينې نه په چوکۍ هم زړوکی خوروي او د جاه و جلال خو یې هغه چا ته پته لګي کومو چې ليدلی وو چې ظريف خان یې د سټېج نه څنګه شغولی وو خبره به نه اوږدوو خو زه ددې قایل يم چې د ثاني ماما په پاکه لمن هم مونځ کيږي.
په دې کتاب کې د مرشد خاکه هم ده خو زما او مرشد په مېنځ کې د هغه د دروند نظر د کبله د حيا يوه رشته قائمه ده، د دغې حيا ذکر ماته ثاني ماما کړې وو او چې بيا یې راشد خټک غوندې سړي هم ذکر وکړو چې د فقير بابا نمسی او د ميا وکيل شاه فقير خېل تربور هم دی خو په خوئی هغه بل نيکه ته ورته دی نو زه ځان ته دومره ملامته غوندې شوم چې د شپې کور ته روان وم نو په لاره مې بې اختياره غوندې يو غزل ليکلی وو چې مطلع یې دغه وه:
ته چې مانه حيا وکړې، نو د ځانه حيا راشي
ياره داسې ادا وکړې، د حيا نه حيا راشي
ددې کبله د مرشد په اړه ددې نه سېوا نور څه نه واييم چې ډېر شريف النفس سړی دی، بس دغه د کومو ،،ځلمو،، نه چې د شاعر تراشلو هڅې کوي دغه هسې خوشې شوګيري دي د کومو خاورې ايرې چې بيا زمونږ په سرونو باديږي.
د ديار خان قيصه چې زما ورته ډېره تلوسه وه او بيا وسوسه شوه، د خالصې د دوراني قيصه خو خېر دلته نه ځاييږي خو شيرعالم خان برېت صېب چې کومه نادره وکړي نو زه ورته واييم چې ته په کلي کې سم دم سړی وې، ديار خان مومند چې روښان شو او بيا يوسفزی شو او بقول ماما دواړه یې په غوړو کې دي، دغه قيصې ته مې هسې کوم ځائی وګرېدو چې دا شعر ورته په سر موړ کړم چې:
هم خدا ملا او هم وصال صنم
هم ادهر کی رهی او په خلائی چې هم اودهر کی رهی.
خو بيا مې ویل چې خلق امونه خوري نو ته د ونو په شمار څه کوی، دغه سړی په هر حال کې ډېر خوږ دی چې خالص د مينې جوړ دی، ژبه یې هم ځکه خوږه ده چې دوه معياري لهجې یې سره ګډې کړي دي او مالګه مصالحه یې د رڼاګانو د ښاره راوړې ده، د دغه ښار د تاريخ د ټولو نه لويه کشاله هم په دې کتاب کې خوندي ده خو ماما د ډلو ټپلو نه ډډه کوي ددې کبله یې دغه سپيناوې هم سم نه دی کړی چې په دغه دوه ماماګانو کې کوم يو زيات په غلطه وو، بس هسې يو ،چونړ، غوندې یې کړی دی چې د عقل خاوندانو ته په کې اشاره شته خو ما ویل ته یې څه کوی د ماما دواړو سره مينه ده نو.
د څو ځواني مرګو لکه همايون همدرد يا تسنيم د خاکو نه د ماما د مينې او دړمن زړه څرکونه هم داسې بريښي چې د هغه شګفته لفظونه یې هم د پټولو نه قاصره دي، د عبدالروف عارف او څو نورو خاکې هم په کتاب کې شته دی خو دغې ته د هغې سړي په څېر ګوتې نه ور وړم کوم چې ښه تږی وو خو د وېرې نه یې فرېج ته ګوتې نه ور وړې، د کتاب په مندرجاتو نور ستاسو مازغه نه خورم چې قيصه رانه ډېره وغزېده خو يواځې دومره واييم چې خپله یې ولولئ، ډېر د خوند کتاب دی، مشر به ویل چې ادب د خوند شی دی که پند ولري نو لا ښه خو خوند ضرور دی.
د دې بحث پاې کې يوه خاکه هم د نمونې په توګه راوړلی شي چې ليکوال يې ګل محمد بيتاب دی او خاکه په نوموړي شاعر او ليکوال رحمت شاه سايل ليکلی شوې ده
د ټول اولس جانان شاعر خاکه
ليک : ګل محمد بېتاب
زه نن بيا د يو مشکل سره مخ يم چې په داسې يوتن خاکه ليکم چې زه د هغه د فن مينه وال او قدردان يم. زه څه چې که دا ووايم نو غلطه به نه وي چې مونږه ټول یې منو او خدای شته هسې یې نه منو په زوریې را باندې ځان منلی دی. خو دلته ګرانه دا ده چې خاکه په کردار اډاڼه وي. ولې ځان له په دې خبره زړه ښه کوم چې که صفتونه رانه ډېر شول نو دا هم د خاکې يو قسم دی. او که چرته خبره بل خوا لاړه نو دغه یې هم يو قسم شته. پوهان ورته د مدحيه او هجويه نومونه ورکوي. پښتو کې به محض دوه درې هجوبه خاکې ليکلی شوي وي او هغې کې هم صرف يوه تراوسه چاپ شوې ده يعني ضرورت د مدحيه نه د هجويه خاکو ډېر دی. خو زه داسې نه کوم. کوشش به کوم چې صحيح صورتحال وړاندې کړم او داسې يو مناسب عکس یې وړاندې کړم چې هغه که هو بهو د هغه شکل وي خو بيا هم په لفظونو کې د يو شخصيت احاطه کول ګران وي او بيا د داسې يو شخصيت چې هغه خور ور وي نو لا خبره ګرانه شي.
يوه مشهوره خبره ده چې يوې ښځې چرته يو محفل کې دعوه کړې وه چې زه شل دېرش قسمه دال پخولی شم چا ورته ووې راځه دا ګز او دا مېدان. هغه د نر لور هم د ټکه کټوۍ ته کېناسته خو چې دال یې را واچول نو سوزېدلي وو خو هغه ښځې د شرمندګۍ په ځای یې په فخريه توګه ووې يو قسم یې دا شو نو زه هم لکه د دغه ښځې غوندې وايم او د وړومبی نه یې وايم چې د خاکې دولس ديارلس قسمونه وي او دا ټول ما له راځي حوا که هر څنګه ليک وکړم يو قسم کې خو به راشي هسې پکار خو دا ده چې دا خاکه دې داسې وي چې دغه دولس ديارلس واړه قسمونه په کې را شي ولې چې د ده رنګونه ډېر دي او په يو ليک کې د هغې احاطه ګرانه څه چې ناممکنه ده. خو بنده په وس پړ دی، هغه يو داسې بنده دی چې يوځل په څه پسې شي نو بيا یې خامخا کوي. په هېڅ حال کې حوصله نه بایلي بلکې لکه د سلطان محمود غزنوي بيا بيا حملې کوي. د تاريخ کتابونه ليکي چې محمود غزنوي په هندوستان اوولس حملې کړې وې خو ده يو ځل زما په وړاندې د يوې سندرې په ویلو د٢٧ نه ډېرې حملې کړې وې او هله یې پرېښودله چې کامياب شو.
قيصه داسې وه چې د مردان د نوموړي شاعر شمس القمراندېش په ياد کې يو پروګرام جوړ شوی و. زه او ملګری رشيداحمد صېب ورله تلو دغه موده کې ده هم باچاخان مرکزکې کارکولو. د "پښتون"رسالې ايډيټر و نو راسره ملګری شو. په لاره د رېډيو په زړو سندرو بحث شروع شو نو د مرزا زخمي جګريوه سندره چې يوې غېر پښتنې سندر غاړې نګهت سيما ویلې وه . د دې ذکر راغلو دې سره رحمت شاه سایل د دې سندرې په هم هغه طرز ویل شروع کړل خو اواز ورسره ملګرتيا نه کوله ولې چې هغې ډېر په اوچت سُر کې ویلې وه نو د پېښوردټول پلازې نه یې پرې شروع وکړه ډېرمې ورته ووې چې سایل صېب سره دې وخوري پرېږده خو هغه کله پرېښودله. اخر مې ورته منتونه شروع کړل چې بس وشوه ولې هغه ویل چې تر کومې مې په هغه سُر کې نه وي ویلې نو قسم دی چې پرېږدم یې نه او اخر د مردان ټول پلازې سره یې بېخي هم هغه شان او هغه سرنه سندره سرته ورسوله.
رحمت شاه سایل سره زما پېژندګلوي زړه ده. دې سره ما د ده خپله يوه تفصيلي انټرويو کړې ده. دې نه علاوه مې د ده نورې هم څوتفصيلي او مختصرې مرکې اورېدلي او کتلي دي. ډېرو مشاعرو مخ کتنو، سيمينارونواو غونډو کې مې ليدلی او اورېدلی دی. د دهاکثرکتابونه مې لوستي او د ده سندرې او غزلونه مې د ډېرو سندرغاړو نه اورېدلي دي. ولې چې هر هغه پښتون سندرغاړی چې دوه څلور تنه یې پېژني نو ضرور به یې د رحمت شاه سایل کومه سندره، غزل يا نظم ویلی وي.
رحمت شاه سایل چې ما کله په وړومبي ځل ليدلی و نو دا راته ياد نه دي خو دا راته ياد دي چې ښه ځوان و، مناسب وجود، ګڼ وېښته،مناسبې جامې،ښکلی پېزار،د مخ غونډه کاسه،برابر پوزه او لږې وړې سترګې یې وې چې د ځينو پوهانو په قول دا د يو بنده د زېرکتيا نخښه وي. که څه هم تراوسه په زړه ځوان دی خو ځواني ځواني وي. بيا هم د خپل عمر په حساب د ډېرو نه ښه ښکاري چې په عمر د اوياو نه اوړېدلی ولې اوس هم لکه د ځوانانو ويستلې سينه ګرځي.
نو خبره مې د رحمت شاه سایل د ليدلو کوله خو ما هغه د ليدلونه وړاندې پېژندلی و. د پېژندګلو وجه یې د هغه شاعري وه چې د هغه يو کتاب"د وير په چم کې وار د نغمودی" چاپ شوی و دا کتاب ما ليدلی نه و ځکه چې پېښور کې دوکانونو کې خو کم ازکم نه پېدا کېدلو. داسې مو اورېدلي وو چې د حکومت لخوا پرې بندېزلګولی شوی دی. اوس خبر نه يم چې واقعي خبره داسې وه او که نه، خو زمونږ د يو ملګري چا خپلوان کره دغه کتاب و چې هغه چا له نه ورکولو خو ده به ترې دوه څلور ورځې پس ته يو نظم يا غزل رانقل کولو او مونږ به بيا ځانله د هغه نه نقل کولو. بيادکېسټونو دور شروع شو نو د هغه دغه انقلابي نظمونه،غزلونه او سندرې کور کورته ورسېدې پلکې ما له چا يو کېسټ دوه داسې هم راکړي وو چې خپله درحمت شاه سایل په اواز وو او ما له به دغه کېسټونو ډېر خوند ځکه راکولو چې هغې کې به د اواز سره سره هغه جذبه هم شامله وه په کومه جذبه چې ده هغه ليکلي وو.
په پښتو ژبه کې څلورداسې شاعران دي چې تقريباً هر پښتون یې د نامې سره اشنا دی چې يو رحمان بابا،دويم حمزه شينواری،درېم علي حېدر جوشي او څلورم رحمت شاه سایل دی. دا څلور واړه شاعران په اولسي کچ هم ډېر شهرت لري او په ادبي سطحه هم. که څه هم علي حېدر جوشي يو اولسى شاعر و ولې د هغه ژبه او کلام کې دومره خوږ والی شته چې هر څوک یې د نامې سره بلددي. دا څومره مشهورشاعران چې ما ياد کړل ټول پحق رسېدلي دي او دا وخت يواځې رحمت شاه سایل په کې د خوش قسمتۍ نه ژوندی دی. بيا رحمت شاه سایل داسې يو شاعر دی چې دی په عوامو او خواصو کې يو شان مقبول دی ځکه خو اجمل خټک صېب يوځل په جار ویلي وو. زه د پوليس (يعني خاص) خلقو شاعر وم خو رحمت شاه سایل د اولس او پوليس دواړو شاعر دی. دی زما او ستا شاعر دی. د دې وجه دا نه ده چې ګنې رحمت شاه سایل په شعوري توګه اولس او خاص خلقو له بېله بېله شاعري کړې ده. خو هغه خپله اکثر کلامونه په ترنم سره وايي نو خپلو غزلونو،سندرو او نظمونوکې دې ته پام کوي ځکه نو هغه ګران ګران مضامين او خشکې سياسي او طبقاتي مسیلې په خپله شاعرۍ کې رنګينې کړي ګنې نو د هغه په شاعرۍ کې ډېر داسې شعرونه شته چې د تجريدي ارټ ګمان پرې کېدلی شي لکه:
د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري
او دا چې
تاله تصوير په ګلاب جوړکړم که نه
خو طرزونه یې دی داسې اولسي جوړوي چې دغه قسمه شاعري یې هم په بنده ښه لګي. رحمت شاه سایل څنګه دې مقام ته ورسېدو او هغه څنګه دا سفر ووهلو. دا يو اوږد، سخت او صبر ازما سفر دی خو نتيجه یې شانداره ده ځکه نو مونږ ویلی شو چې دا سفر که څه هم سخت و خو د خوند رنګ نه ډک و.
په کال ١٩٥٠ز کې د يو غريب مزدورکارامين ګل په کورکې يوماشوم سترګې پرانستې چې رحمت شاه نوم ورله کېښودی شو. دا ماشوم د موره يو و. نوریې پينځه شپږ وروڼه وو خو هغه یې ميرني وو. تر څلورمه یې په خپل کلي کې سبق ووې خو څه د نيستۍ او څه د تعليم د اهميته نه هغه زمانه کې د ناخبرۍ له وجې یې نور سبق په باقاعده توګه ونه ویلوشو. د سند په حواله پخوانی څلورم پاس دی چې دا په تعليم حساب نه دی. خو خدای ته منظوره وه چې که په رسمي توګه نه وي نو په غېر رسمي توګه دې هغه لوسته وکړي نو هغې له خدای پاک دا سبب جوړکړو چې د ده د ترور زوی د خټکو باغ اخستی و او دی به د هغه خواله ورتلو. بيا کله چې به هغه نه و نو ده به ددغه خټکو ساتنه کوله. دغلته يوه چينه وه چې د هغې اوبو له به خلق راتلل او هسې به هم په کې خلقو ناسته کوله چې دې له خدای ددغه علاقې يو تن راوستو چې هغه به کله کله د يوسف خان شېربانودقيصې يو پړک دغلته اورولو. دغه وخت دعلي حېدر جوشي دې قيصې شهرت ډېر زيات و او هر ځای به خلقو محفلونو کې لوستله.
د دې قيصې د لوستو سره ده کې هم داسې ورو ورو تحريک شروع شو او بيا یې دغه کتاب واخستو چې ټول یې ياد کړو ورسره یې نورکتابونه هم د پښتو ووې او داسې د مشاهدې سره سره یې د مطالعې سفر هم شروع شو. مونږ ویلی شو چې حجره پاس او ورسره چينه پاس هم دی. د نورو وړو غوندې د کلي اکثرې لوبې یې کړې دي. په لينده د مرغو ښکار هم ډېر مړنی و. ورپسې هم کلي علاقه کې د درزي توب کار زدکړو چې دغه یې مستقبل کې د رزق سبب وګرځېدلو او ددغه ګنډلو د مشين په ذريعه یې نه صرف خپله کډه ساتله بلکې ورسره به یې ځانله اخبار او کتابونه هم اخستل. دې ته زه د سایل د علم او پښتو ادب سره دلېونتوب ترحده مينه وايم. ګني نو يو بنده چې ټوله ورځ سحر نه ترماښامه مشين تاوهي هغه سره دومره وخت چرته وي چې هغه دې کتابونه ووايي او شعرونه دې وليکي.
د پښتنو د نوروعلاقو غوندې د رحمت شاه سایل په کلي علاقه کې هم دغه زمانه کې د ستارمنګي مجلسونه په عام طور سره حجرو کې کېدل او چرته واده ښادۍ کې به په لويه سطحه تماشه وه چې ډمې به مېدان کې ګډېدلې او يا به مجلسيانو د اولس په وړاندې سندرې ویلې. ددغه مجلسونو اوکتابونو اثر و چې د ديارلسو څوارلسو کالو په عمر کې سایل يوه چاربېته په وړومبي ځل وليکله چې د بدقسمتۍ نه د هغه سره نشته. بيا یې د يو بل په نامه خپله اولسي شاعري پېل کړه چې خلقو به دستارمنګي سره نه صرف ویله بلکې خوښوله هم خو د ادبي محفلونو د نشت له وجې یې باقاعده ادبي شاعري نه وه کړې خو دومره ضرور پوهه شو چې د شاعرۍ اصل مېدان دغه دی.
د رحمت شاه سايل په اړه د ګل محمد بيتاب دغه خاکه ډيره اوږده ده ځکه مو دلته د نمونې له پاره وړومبۍ نيمه برخه وړاندې کړه او وروستۍ نيمه مو پريښوه.