"د افغانستان نومهالي ادبیات"

په پښتونخوا کې پښتو يونليکونه (سفرنامې)

ویشنه: پښتو ادبیات

لیکوال: دکتور محمد حنیف خلیل


                                                                                                    هنر او سفر

 

يونليک (سفرنامه) د ادب ډير مهم ژانر دی چې د نړۍ په ادب کې يې هم د لوړې پاې نمونې شتون لري او پښتو کې هم ګڼ شمير کې ليکلی شوي دي- پښتونخوا کې د يونليک په اړه د بحث نه مخکې بايد دا هم جوته وي چې يونليک وايي څه ته او هنري ځانکړتياوې يې څه دي- دلته لنډ بحث د يونليکنې په هنري غوښتنو هم کولی شي-

يونليک څه او څنګه وي 

د يونليک او رپورتاژ په اړه په نړيوال ادب کې هم ډيرې ليکنې شوې دي او پښتو کې هم- دغه دواړه ژانرونه يو بل ته ډير ورته والی او شريکې هنري ځانګړتياوې هم لري خو دلته يواځې د يونليک په هنري ځانګړتياو څرګندونې وړاندې کولی شي چې پښتونخوا کې په عمومي ډول سفرنامه بللی شي- په دې اړه ځينې ماخذونه داسې وضاحت کوي چې يو يې ويکيپيډيا هم ده 

     سفرنامه هم يو ادبي صنف دى چې زياتره د مشاهدې سره تعلق لري او د تخليق عنصر پکې ډېر کم وي  .

      په سفر نامه کې ټول هغه واقعات او حالات بيانول کيږي  چې د ليکوال ( سفر کوونکي ) لخوا ليدل شوي وي د سفر نامې د ليکلو لپاره لومړنى شرط سفر کول دي هغه سفر چې سفر کوونکى ( سيلانى ) يې خالص د سيل او تفريح لپاره کوي دغه سفر کوونکى سفر نامه نه شي ليکلى  ځکه چې عامه سفر کوونکي د يو اهم هدف او مقصد لپاره ځي چې دا له هغه نا اشنا ځايونو او منظرو څخه هيڅ خوند نشي اخيستى . 

       دغه ځايونه د يو سيلاني لپاره او دغه خلق نا اشنا او عجيب وي  ددغې نا اشنا ځايونو او د خلقو ليدل دسيلاني تجسس ورسره راغواړي دغه هر څه چې دايې وينې او خوند تري اخلي همغسې نورو ته بيانوي چې سفر نامه په بيانونکيو صنفونو کې شمېرلى شو .

            د سفرنامې په اړه کشاف تنقيدي صېب وايي :   

  يو سيلاني چې د خپل جغرافيايې چاپېر يال نه ووځي او بل ځاى ته ورسي هلته څه څيزونه د ده د مانوس چاپېريال نه د اختلاف په وجه او د اختلاف معاشرت په وجه د ده دلچسپي او حيرانتيا باعث شي او د هغه خبرې چې په دواړو چاپېريالونوکې يو شان والى لري هغه هم د اشتراک په وجه د ده لپاره خوندورې وي هغه سيلاني دا خبرې د نورو خپلو وطنوالو لپاره ليکي دغه ليک ته په ادب کې سفرنامه وايي .

             په سفرنامه کې د ليدل شوو ځايونو د جغرافيوي موقعيت نه علاوه د هغه ځاى د خلکو د ژوند ژواک ،  دطور طريقو ،  د هغوۍ د عاداتونو او خصلتونو ، د هغه ځاى د اب و هوا ،  د هغه ځاى د قدرتي منظرو ، د هغه وطن د ميوو او بوټو په هکله معلومات ورکولى شي . 

      د هغه وطن تاريخي اهميت او د لارې متعلق معلومات يو سفرنامه ليکونکى لوستونکو ته ورکوي .

دسفر نامې خصوصيت : 

  د يو وطن جغرافيوي موقعيت يا اړخ سفر کوونکى زيات ځان ته راکاږي  او هغه د جماداتو ، نباتاتو او حيواناتو په مختلفو قسمونو معلومولو او ليدلو کې يوه خوشالي محسوس کوي او بيا د دغې اظهار په ادبي انداز کې نورو ته وړاندې کوي .

           کشاف تنقيدي وايي چې ښه سفر نامه هغه ده چې په هغې کې د مشاهدې ژوروالى ،  د ثقافتي مطالعې چل د اختلاف باوجود د انسانيت د بنيادي يوالي شعور ،  دغير او اجنبي ملکونو او ښاريو د ژوند داسې صحيح پېژندګلو شامله وي چې پکې صداقت وي او د لوستونکو لپاره دلچسپه ، خيال انګيزه او بصيرت افروزه وي . لنډه داچې سفر نامه تش د ليدلو کتلو ځايونو ذکر ته نشي ويل کيداى تر کومې چې پکې د ليکوال تخيل شامل شوى نه وي مطلب  داچې په سفر نامه کې د ليدلو کتلو څيزونو د هغې وطن د آب و هوا د هغې وطن د جغرافيايې ذکر په ادبي الفاظو کې رانغښتل د خپلو داخلي کيفياتو ، احساساتو او قلبي وارداتو سره بيانولو ته سفرنامه ویيلى شو .

 

د يونليک لنډ تاريخ

د پښتونخوا ليکوال سليم خان د يونليک (سفرنانې) لنډ تاريخ داسې بيانوي چې ورسره يې د سفرنامې په هنري خواو هم لنډه خبره کړې ده:

 د سفرنامی د تاریخ باره کې به په لنډیز دا اوویم چې که د سفرنامی تاریخ لټوو نو د هیروډوټس،  ابن بطوطه، کولمبس، هیون سانګ او فاهیان غوندی شخصیاتو دور ته د سفرنامی تاریخ رسي یعنی سفرنامه په ادبی او تاریخي شکل کې لیکل په سوونو او زرګونو کاله تاریخ لري په دی وجه ي په دغه اړخ دومره اوږده لیکل نه شم کولی البته د سفرنامی په هیئت او ساخت به درته اوغږیږم

 د سفرنامی باره کې ډیرو پوهانو او لیکوالانو خپل لیکل څرګند کړي دي خو دا لیکل اکثر په انګریزۍ او اردو ژبو کې لیکلی شوی دي چې ډیر زده کړیال ملګري پری نه پوهیږي او په لوستو کې ي ګنګس شي.البته په دی صنف چې ارواښاد مشتاق مجروح په خپل زرکاڼی نومی کتاب کې په پښتو ژبه کوم تفصیلي لیکل کړی دي نو هغه د قدر وړ دي.ژبه ي هم ساده، چسته او روانه ده او انداز ي هم ډیر په زړه پوری دی.نو د زرکاڼی په حوالو تاسو سره د سفرنامی باره کې خپل تفصیلي معلومات شریکوم امید دی چې خوښ به مو شي.

سفرنامه په بیانیه صنفونو کې شمیرلی شي.دا یو داسی ادبي صنف دی چې زیاتره د مشاهدی سره تعلق لري او د تخلیق عنصر په کې ډیر کم وي.په سفرنامه کې لیدلی شوی حالات او واقعات بیانولی شي ځکه نو د سفرنامی د پاره اولین شرط سفر کول دي.د سفر دوران کې سړی هاغه ځایونه او هاغه خلق ویني کوم چې هغه له دی نه اګاهو نه وي لیدلی.دغه ځایونه د هغه د پاره نااشنا او عجیبه وي او د دغی نااشنا ځایونو او خلقو لیدل د سړي تجسس که یو خوا سفر ته جوړوي نو بل هغه دا هم غواړي چې دا هر څه چې هغه ویني او خوند تری اخلي هم هاغسی ي نورو ته بیان کړي چې هغوی هم ورسره په دغه خوند او مزه کې شریک شي.خو هر سفر کونکی سفرنامه نه شي لیکلی صرف هاغه سفر کونکی سفرنامه لیکلی شي چې هغه خالص د سیل او تفریح د پاره سفر کوي او د لیکلو ملکه هم لري.د سیلاني برعکس کوم چې د څه مجبورۍ او یا څه غرض د پاره سفر کوي د هغوی تر مخه ضروري څیز د هغی غرض یا مقصد حصول وي ځکه نو د  یو سیلاني په نسبت هغه د سفر نه نوری فائدی نه شي اخیستی او نه د هغه خپل فرض هغه دې ته پریدي چې هغه دی مشاهده اوکړي او هغه دی بیا قلمبند هم کړي.د هغه خپل غرض او مقصد د هغه د پاره دومره اهم وي چې هغه د نااشنا ځایونو او نظارو نه هاغه خوند نه شي اخیستی کوم چې تری یو سیلانی اخلي البته ځینی خلق چې بهر ملکونو کې نوکري کوي په هغوی کې ځینی ځینی خلقو سفرنامی لیکلی دي چې زیاتره ادبي خلق دي.لکه چې بره ما دا عرض اوکړو چې د سفرنامی د پاره سفر شرط دی او کوم لیکونکی چې په دی غرض سفر کوي چې سیل به کوي او سفرنامه به لیکي نو د هغه لیکلې سفرنامه کامیابه او ښه وي.نن صبا خو داسی کیږي چې ځینی خلق سفرنامی لیکي او سفر بیخي نه کوي.

انسان سفر ولی کوي؟هغه د غني خان خبره چې.

«دی بچی د تغیر دی په یو حال کې نه ټینګیږي»

انسان فطرتي لحاظ سره تنوع پسند دی په یو علاقه او یو ماحول کې د څه وخت تیرولو نه پس یي د هغی نه طبیعت موړ شي او زړه ي غواړي چې بل خوا ته لاړ شي.او هم له دغی وجې اکثر خلق سفر کوي.سفر عارضي نقل مکاني وي خو د انسان د پاره یوه لوی تفریح وي او چې کله دغه سفر اوکړي او واپس راشي نو هم هاغه کور او کلی ورته نوی ښکاري.بله لویه خبره دا هم ده چې سفر صرف د تفریح د پاره نه وي.په قرآن پاک کې الله پاک فرمایي چې په زمکه اوګرځۍ.مطلب دا چې قدرتونه یي اوګورۍ نو د سفر یوه فائده دا هم وي چې انسان ډیر څه اوویني.ډیر څه زده کړي او چې کله هغه خپله دغه مشاهده د سفرنامی په شکل کې نورو ته وړاندی کړي نو که یو طرف ته هغوی له دغی ځایونو کوم چې ده لیدلی وي او هغوی تری خبر نه وي، په حقله معلومات ورکړي نو بل پله هاغه خلق کوم چې د څه مجبورۍ له وجې د سفر توان نه لري هغوی له هم د سفر په خوند کې برخه اوکړي او ځان سره ي په دغه تفریح کې شریک کړي.او د سفرنامی د لیکلو یو مقصد دا هم وي چې نور خلق هم سفر ته اوپاروي او ورسره ورسره د لارو ګودرو په حقله معلومات هم ورکړي.

سفرنامه په فني لحاظ سره، لکه چې اوئیل شو یو بیانیه وي چې سیلانی ي د سفر په دوران کې یا د سفر په ختمیدو لیکي.دا د هغه د خپل ټول سفر د سترګو لیدلی حال وي او هغه ي سره د خپلو احساساتو او قلبی وارداتو په مربوط طریقه په ادبی انداز کې لیکي.د دی ادبی صنف ټول مواد په خارج کې خواره واره پراته وي خو سفرنامه لیکونکی دغه خارجي مواد هاغه شان نه پیش کوي څنګه چې هغه وي بلکه د خپل بیان د بامعنی او مدلل کولو د پاره هغه د نورو ډیرو جزیاتو نه هم کار اخلي او یو سیلانی چې څومره زیات باریک بین وي دومره به د هغه جزویات په مشاهده کې ډیر راځي.

په سفرنامه کې د لیدلي کتلي ځایونو د جغرافيي نه علاوه د هاغه ځاۍ د خلقو ژوند ژواک، طور طریقو، د هغوی د عادتونو او خصلتونو، د هاغه د آب و هوا،  د قدرتي منظرونو، د ابادئ د اعداد او شمار، د هاغه وطن د میوو او بوټو په حقله معلومات ورکولی شي.دغسی په سفرنامه کې د هاغه وطن تاریخي اهمیت هم بیانولی شي.سفرنامه لیکونکی په سفرنامه کې د هغی وطن د لارو ګودرو متعلق معلومات هم لوستونکو له ورکوي کوم چې د نورو سفر کونکو د پاره د سنګ میل حیثیت لري.

د یو وطن جغرافیایي اړخ سفر کونکی زیات ځان ته راکاږي او هغه د جماداتو، نباتاتو او حیواناتو په مختلفو قسمونو معلوملو او لیدلو یوه خوشحالی محسوسوي او بیا د هغی اظهار په ادبی انداز کې نورو ته وړاندی کوي او هم دا د سفرنامی خصوصیات ګڼلی شي.

دغه رنګ سفرنامه لیکونکی اکثر د خپل وطن او هاغه وطن موازنه هم کوي او بیا پری خپله یو رائی قائموي.دغسی هغه په ډیرو څیزونو، رواجونو، طور طریقو تنقید کوي او د خپل وطن د طور طریقو او رواجونو سره د هغی موازنه هم کوي که داسی  څه ښه اقدار اوویني نو ستائینه ي کوي او که څه بد صفتونه اوویني نو غندنه ي کوي.خو دا هر څه هله ممکن وي چې د سفرنامی لیکونکی د ادب د تخلیق او فني تقاضو نه پوره پوره اګاه وي او خپله مشاهده په تخلیقي انداز کې د پیش کولو په هنر پوهه وي.

د سفرنامی لیکونکی د هاغه ځائ د نرخونو او د څیزونو د قیمتونو متعلق معلومات هم ورکوي او د هغی موازنه هم د خپل ملک د قیمتونو سره کوي.د هاغه ځائ د خلقو د بود و باش او د هغوی د سماجی رویو متعلق هم خبره کوي او د خپل وطن سره ي موازنه کوي.د هاغه ځاۍ د خلقو د عمومی رجحاناتو باره کې هم لوستونکو له معلومات ورکوي.د هاغه ځائ د هسپتالونو، لائبریرو، پارکونو، هوټلونو او کار پارکنګ د ځایونو تفصیل پیش کوي او د خپل وطن سره ي مقابله او موازنه هم کوي.

تش د لیدلو کتلو ځایونو ذکر ته سفرنامه نه شي ویلی تر کومی چې په کې د لیکونکي تخیل شامل شوی نه وي.مطلب دا چې سفر کې د لیدلی کتلی څیزونو، مقامونو، د هغی وطن د خلقو د طور طریقو، د هغی وطن د آب و هوا، د هغی وطن د جغرافيي ذکر په ادبی پیرایه کې د خپلو داخلي کیفیاتو، احساساتو او قلبی وارداتو سره بیانولو ته سفرنامه ویلی شي.

په کليد ګروپ ويب پاڼه د سفرنامې په اړه په مجموعي توګه او ورسره د پښتو سفرنامې په اړه  په ځانګړي ډول داسې ليکلی شوي دي-

پښتو ادب ړومبۍ سفرنامه خوشحال بابا  سوات نامه ليکلې ده چې پکې د سوات حالات او مختصره شان جغرافيه ھم بېان شوې ده او د يوسفزئ قبيلې تمدن او معاشرت ھم بېان شوې دې

 نعمان الدين کاکاخېل د سفر نامه ابن بطوطه  په پښتو ژبه کې ژباړه کړې ده ،  د مير احمد خټک مقامات  امير  ،  

د مېاں اکبر شاه،   د آﺯادۍ تلاش ،  د عبد الاکبر خان  د روسي ترکستان سفرنامه، 

 د محمد نواﺯ طائر سفرنامه ،  د کابل سفرنامه ،  او نثري سفرنامه ،  د حجاﺯ په لور ،  دا تکنيکي لحاظ سره ېوه مکمل سفرنامه ده ،  د افضل شوق اووه ګامه مزل ،  او د طاھر اپريدي  سفر مدام سفر ،  .

او داسې نورې ډېرررې  مشھورې سفرنامې دي چې د پښتو ادب پنګه پرې درنه ده

د پښتو ليکوال عمران يوسفزی هم د سفرنامې عمومي يادونه کوي او ورسره د پښتو سفرنامې په اړه هم معلومات راوړي، هغه داسې ليکي:

که مونږ غور اوکړو نو د دنیا هره ژبه کې سفر نامه نګاری په څه نا څه شکل کې موجود ده، که په تیره زمانه کې اوګورو نو سفر نامه نګاری د ډیرې زمانې راسې لیکلې شی، لکه یونانی مورخ هیرو ډوټس سفر نامې لیکلې دې او چې د دنیا کوم ګوټ ته تلې دی نو د هغه ځايی ټول حالات ، یعنې د خلقو د ژوند ژواک تیرولو طریقې، رسم و رواج، موسمی حالات، او د اثارقدیمه خبرې يې په خپلو سفر نامو کې لیکلی دی، دغه شان هیون سانګ، ابن بطوطه د دنیا د محتلفو علاقو سېل کړې دې او دغه يی په خپلو سفر نامو کې ډیر په ښه ډول ځايی کړی دی چې اوسنی وخت کې دغه سفرنامې د تاریخ په کارکې کارولې شی، 

اردو ژبه کېې هم ډیر ښه ښه سفر نامو لیکلو واله موجود دی، لکه یو لوې نوم مستنصر حسین تارړ دی چې ډیرې ښکلې سفر نامې يی لیکلې دی ، مشهوره سفر نامه يی ، چلو چین چلی، ده، 

اوس به راشو خپلې ژبې پښتو ته نو پښتو ژبه کې هم ډیرې کامیابې سفر نامې لیکلې شوې دی، او وړومبې سفرنامه حوشحال خټک بابا د سوات نامه په نوم لیکلې ده دا يو منظوم سفرنامه ده، او نثری سفرنامه هم حوشال خټک لیکلې ده چې د هندو کوهنامه په نوم مشهوره ده، د حوشحال بابا نه پس ډیر وخت پښتو کې چا سفرنامه نه وه لیکلې ، چې کله د پښتو ادب جدید دور شروع شو نو عبدالاکبر اکبر یو سفر نامه اولیکله چې نوم يی ، د روسی ترکستان او افغانستان سفر وو، دغه‌ شان بیا میا اکبر شاه هم سفر نامه اولیکله، حمزه بابا 1948 کې ، د افغانستان سفر په نوم یو منظوم سفرنامه اولیکله او دغه شان پښتو ادب کې صړف دوه منظوم سفر نامې شامل شوې چې ورومبې د حوشحال بابا او دویمه د حمزه بابا وه، حمزه بابا څلور سفر نامې لیکلې دی، د حجاز په لور، د چوړ سفر وعیره، عبداغفار خان بابا هم یو سفر نامه لیکلې ده چې نوم يی زما د حج سفر ، دی، 

سید قانته بیګم خپله سفر نامه، زما سفر نامه په نوم لیکلې ده چې د ډیرو ملکونو حال احوال پکې موجود دی، طاهر افړیدی هم څلور سفر نامې لیکلې دی، سفړ په حیر سفر، او سفر مدام سفر په نوم مشهرې دی، اسیر مینګل صیب دوه سفر نامې لیکلې دی ، يو د اماراتو سفر او بله په شګو کې رنګونه په نوم شاملې دي:

سفر نامه د پښتو ادب یو اهم صنف جوړ شوې دی او خلق يی په مینه ګوری ولې چې سفر نامه کې لیکوال د خپلې مشاهدې په زور ټول حقیقتونه د لوستونکی مخې ته کیږدی.

د عمومي سفرنامې او بيا پښتو سفرنامې په اړه د ليکوال نجيب منلي ليکنه ډيره زړه پورې ده چې دلته ترې استفاده کولی شي- هغه داسې ليکي:

د هېرودوت (۴۸۴ ق.م. – ۴۲۴ ق.م.) له «کیسو» نیولې د مارکوپولو (۱۲۵۴ م. – ۱۳۲۴ م) تر «د نړۍ توصیف»،  د ابن بطوطه (۱۳۰۴ م. – ۱۳۷۷ م.) تر «رحله»،  د چارلز داروین (۱۸۰۹ م. – ۱۸۸۲ م) تر «د یو طبیعت پوه سفرونه» او د کلود لیوي ستراوس تر «غمجنې دایرې» پورې د تاریخ په اوږدو کې د فکر او نظر خاوندانو سفرونه کړي او له دغو سفرونو څخه یې خپل کلي کور ته داسې یادونه راوړي دي چې د هغه ولس د فکر او نړۍ لید په جوړېدلو کې یې د لومړۍ درجې نقش لوبولی دی. په اتلسمه پېړۍ کې (چې اروپایان یې د رڼاګانو پېړۍ بولي) د سفر نامې ادبي صنف دومره وده وکړه چې د هغه وخت ځینو کره کتونکو ورته «د ښو خلکو رومان» وایه.

په منځنیو پېړیو کې چې غربي نړۍ د انحطاط پېړۍ وې کیسې یا ناولونه دود شول خو اکثره به د دېوانو،  ښاپېریو او خیالي اتلانو د ژوند لوړې ژورې وې چې په منظوم ډول به ویل کېدې.

کله چې په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې کې په غربي اروپا کې تجارت او د کیښتۍ چلولو هنر وده وکړه.،  د خلکو سترګې پر نور نړۍ ولګېدې اړ د کلیسا د بې بدیله قدرت ماڼۍ درزونه وکړل نو په ادبیاتو کې هم بدلون راغی.د سفرونو او سفر کوونکو له ډېرېدو سره سفرنامې هم ډېرې شوې او د رومان یا ناول سره په سیالۍ کې راغلې.د دغو سفرنامو له برکته د نړۍ د نورو سیمو او خلکو په اړه د اروپایانو مالومات هم زیات شول. د عنعنوي،  نیمه خیالي روایاتو په نسبت د واقعیتونو د تمثیل تله درنه شوه او ورسره په عملي او تجربي علومو کې هم بې ساري پرمختګ وشو.

په پښتو ادب کې د سفر نامو تاریخ عموماً تر خوشال خټک پورې رسول کېږي. خوشال د خپلو نیول کېدلو او بندي کېدلو جریان په یو ترکیب بند کې منظوم کړی دی او سوات نامه یې ښکلې چې د پښتو سفرنامو لومړنۍ هڅې بلل کېږي،  خو په ریښتیني ډول د پښتو ادب دغه صنف په شلمه پېړۍ کې وغوړېد او په وروستیو دریو لسیزو کې یې د پښتو ادبیاتو په ډګر کې خپل څای تثبیت کړ.

که د شلمې پېړۍ په لومړۍ برخه کې سفرنامې،  د علمي او سیاسي سفرونو د یادښت په توګه،  په دې موخه لیکل کېدلې چې د پښتنو کورونو او ذهنونو ته د نورې نړۍ ژوندي انځورونه ورسېږي د همدې پېړۍ په وروستیو کلونو کې په مشخص ډول د دغه نوي ادبي صنف د ذاتي پرمختګ له پاره یو شمېر منل شویو لیکوالو د سفرنامو لیکلو ته مخه کړه.

دغه پديده (په شعوري ډول،  په پراخه پیمانه د یو نوي فرهنګي تولید دوېدل) د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې نوې خبره نه ده.

د شپاړسمې او اوه لسمې پېړۍ په اوږدو کې پښتنو لیکوالو د پارسي ادبیاتو څو سوه کلنې تجربې په څو لسیزو کې سره راونغښتلې او خپلې یې کړې. دې کار په لنډ وخت کې د پښتو ادب لمن داسې وغوړوله چې د سیمې په خورا ارزښتناکو ادبیاتو کې وشمېرل شو خو په همدې ترڅ کې د پښتنو لیکوالو پام د خپل ځایي ادب له ځانګړتیاوو څخه په بل لور واووښت. تر دې چې په شلمه پېړۍ کې زموږ ادب پوهانو د پښتو ادبیات په دوو بېلابېلو کورنیو (ولسي ادب – «رسمي» ادب) ووېشل.

د نولسمې پېړۍ پای او د شلمې پېړۍ پیل یوه بله داسې دوره ده چې پښتانه ادیبان په ګاونډیو ژبو د نړۍوال ادب د ترجمو له لارې د یوې نوې تخلیقي تجربې ډګر ته ننوتل؛ هم په نثر او هم په نظم کې یې نوې او ګټورې تجربې وکړې.

د شلمې پېړۍ د پای کلونو او د خونړیو جنګونوناخوالو بیا عملاً افغانان په ډرامایي ډول له سفرونواو مهاجرتونو سره مخ کړل. د غم لړلو مهاجرتونو یوه ګټه دا شوه چې افغاني ادب د نورې نړۍ له ادب سره نېغ په نېغه مواجه شو.

که څه هم پښتو ادب او پښتانه ادیبان لا اوس هم د ګاونډیو ژبو تر درانه پور لاندې دي خو د نورې،  وېړې،  لېرې پرتې  نړۍ تجربې هم ورته بېخي ناشنا نه نه دي او د پښتو ادب کرونده – لا هم په نسبتاً محدود انداز کې – نوي ګلان راټوکوي. دا چې په دغو ګلانو کې کوم د کوکنارو ګل دی چې ښکلا یې په زهرو لړلې،  دا خبره به وروسته سپینېږي خو اوس د تجربو وخت دی،  پښتانه لیکوال باید و هڅول شي چې پرته له کوم ډار او تشویش څخه نوې لارې پرانیزي او نوي افقونه و ځيري.

سفرنامه هغه متن دی چې لیکوال په کې هغه څه بیانوي چې په یو بل هېواد یا یوې بلې سیمې کې یې لیدلي دي. له نورو کیسو سره د سفرنامې توپیر په دې کې دی  چې شته والی یې په خپل ذات کې له سفر سره تړلی دی،  که سفر نه وي سفرنامه هم نه شته. د رومان یا ناول پېښې په داسې یو تاریخي،  ټولنیز او جغرافیایي چاپېریال کې واقع کېږي چې کیسه لیکونکی (او تر یوه بریده،  کیسه لوستونکی) ورسره مخکې له مخکې اشنا دی. د کیسې پرمختګ کله نا کله کیسه لیکونکی پر هغو لارو بیایي چې واردمخه یې فکر پرې نه وي کړی خو د ناول کرکټرونه او زماني حدود د کیسې د نړۍ پولې پرانیستې نه پرېږدي. په سفرنامه کې لیکوال په خپله له داسې څه سره مخ کېږي چې یا ورته بېخي نوي وي او یا یې تر دې وړاندې له دغې زاویې ورته نه وي کتلي. د سفر په کیسه کې تر هرڅه د مخه واقعیتونه بیانېږي. دلته د لیکوال عاطفي او فکري تمایلات د پېښو جریان نه شي بدلولای خو لیکوال کولای شي د واقعي نړۍ ځینې اړخونه،  د خپل ذهني قضاوت او ځپلو مخکې له مخکې جوړوشوو فرضیو پر بنسټ تر نورو ښه وځلوي او جوت یې کړي.

سفرنامه له راپورتاژ څخه هم بېله ده. په راپورتاژ کې لیکوال هڅه کوي چې د خپلو عواطفو تر اغیز لاندې را نه شي او لیدل شوي واقعیتونه د امکان تر حده – پرته له قضاوته – لکه څنګه چې دي تمثیل کړي. دا په دې مانا نه ده چې د راپورتاژ لیکونکی دې سل په سلو کې بې پرې وي. حتی په عکاسۍ کې هم،  دا چې د کامرې لنز کوم لوري ته واوړي د عکاس له خوا د صحنې په اړه د یو قبلي قضاوت له مخې ټاکل کېږي نو په لیکلي راپورتاژ کې خو طبعاً د لیکوال ځانګړي دریځونه خپل خاص نقش لوبوي خو بیا هم راپورتاژ لیکونکی  هڅه کوي چې مخاطب ته ځان بې پرې ښکاره کړي. په سفرنامه کې لیکوال یوازې د صحنې شاهد نه دی،  د کیسې اصلي کرکټر هم،  همدی دی.

راپورټر اړ دی چې خپل ځان د کیسې تر شا پټ کړي خو د سفرنامې لیکوال چې هر څه ویني د خپلو احساساتو په مرسته یې بیانوي یانې د لیکوال ذهني تمایلات په خپله د کیسې عمده عنصر جوړوي.

د سفرنامې لیکوال هڅه کوي خپل لوستونکي ته هغه څه په مخ کې کېږدي چې ورته نوي او په زړه پورې وي. دلته یو لوی تضاد رامنځ ته کېږي: سفر په خپل ذات کې یو حرکت او خوزښت دی خو د طبیعي منظرو او انساني واقعیتونو د انځورولو له پاره ضرور دي چې سړي دې په یو ځای کې ودرېږي،  د کیسې جریان دې معطل شي او هغه څه چې لوستونکی یې په یو نظر کې نه شي اخیستلای په تفصیل سره دې ورته بیان شي. که په کیسه کې جغرافیایي،  تاریخي او ټولنیز واقعیتونه ځایول کېږي نو باید چې لیکوال د سفر درولو له پاره مناسبې پلمې پیدا کړي.

په سفر نامې کې لیکوال په خپله د کیسې اصلي اتل دی نو ځکه خو لیدلوری د لومړي شخص وي. دلته مشخص اصول نه شته. کله راوي ځان د سفر په ملګرو کې پټ کړي،  «موږ» وایي،  کله په خپله میدان ته راودانګي او کله بیا د سفر کوم ملګری مخکې کړي. په هر صورت بریالۍ ستراتیژي هغه ده چې لیکوال وکړای شي د خپل سفر پېښې او ځایونه په ژوندۍ توګه د لوستونکي سترګو ته ودروي.

په سفرنامې کې د لیکوال فرهنګي ځانګړتیاوې هم پټې نه پاتې کېږي. د سفرنامې لیکونکی خپل تعجب هم ښکاره کوي (پر خپله بې خبرۍ اعتراف کوي)،  د سفر په ترڅ کې بې طرفه نه پاتې کېږي،  هم پر خلکو،  هم پر پېښو او هم پر فرهنګي ځانګړتیاوو قضاوت کوي او د سفر د ځای د وګړو ارزښتونه د خپلو ارزښتونو په تله تلي.

په وروستیو کلونو کې چې په پښتو کې کومې سفرنامې لیکل شوې دي له پخوانیو سفرنامو سره یو ډېر ستر،  بنیادي توپیر لري او هغه دا چې نننی پښتون لیکوال د سفرنامې له لارې خپل لوستونکي ته چندان ډېر نوي واقعیتونه نه ورپېژني (لوستونکي هغه شیان یا په خپله لیدلي او یايې د رسنیو له لارې پېژندلي) بلکې موخه یې له دغو واقعیتونو څخه د خپل برداشت ذکر کول دي.

یو بل ټکی چې د پښتو ادب کره کتونکی ورته په خاص ډول پام وکړي،  هغه د سفرنامې د ادبي صنف د قصدي ودې موضوع ده. هماغسې چې د خوشال او رحمان په زمانه کې پښتنو لیکوالو غوښتل چې د پارسي ادب ځانګړتیاوې پښتو ادب ته را ولېږدوي،  هماغسې نن هم یو شمېر لیکوال یوازې د دې له پاره سفرنامې ته مخه کوي چې دغه صنف یا ژانر په پښتو ادب کې ډېر نه دی،  ډېرول یې غواړي. په دې شرایطو کې کره کتونکی نه شي کولای چې د خپل قضاوت محور په خپله سفر او سفرنامه وبولي،  بلکې د یوې مصنوعي ادبي هستونې د ارزولو په خاطر باید د لیکنې تخنیکي اړخ ته هم پام وکړي.

د تاریخ په اوږدو کې د پښتو ادبیاتو یوه ستونزه دا هم وه – او،  ده –  چې نوښتونه ډېر ژر په مود او کلیشه بدلېږي. د سفرنامو د لیکلو مود د ادب په اوسني پړاو کې زموږ ادبیاتو ته یوازې یو نوی صنف یا ژانر نه وربخښي بلکې د کیسه ییز ادب د ودې او شکل نیولو په برخه کې هم یوه ارزښتمنه پدیده ده خو په دې شرط چې پښتانه لیکوال یوازې د څومره والي اړخ ته و نه ګوري،  تر څنګ یې خپلې ادبي او هنري پنځونې د کیفیت له اړخه هم په خورا دقت وارزوي.

همدغه د عمومي سفرنامې او پښتو سفرنامې بحث نور مخ په وړاندې داسې بوتلی شو:

يوه سفرنامه ،  دَ سبا دپاره دَ يو تاريخي دستاوېز حېثيت لري - ځكه نو سفرنامې په دغه حواله دَ خصوصي اهميت وړ دي - پښتو ادب كې هم دَ سفرنامو روايت ډېر دَ پخوا نه را روان دی - دَ خوشحال بابا نه را په دې خوا چې چا هم دغه صنف ته توجه كړي ده ،  نو دا خو صحيح ده چې دَ خپلو سفرونو رودادونه او رپورټونه يې ليكلي دي ،  خو دَ يو صنف په توګه په دې مد كې هاغه كار په صحيح معنو كې ډېر كم مونږ ته شوی ښكاري ،  چې دَ پښتو دَ نثري ادب څه سڼه سترګه پرې اوشي - بيا دَ ګوتو دَ شمېر څو پښتو ليكوالو چې دَ خپل وس او استعداد مطابق دې ميدان كې څومره كار اوكړو ،  نو هم دغه يو څو سفرنامې دي چې مونږ يې دَ حوالې په توګه په داسې موقع يادوو- دَ ميان اكبر شاه " دَ اّزادۍ تلاش"،  يوه داسې نه هېرېونكي سفرنامه ده چې ،  دَ سفرنامو په تاريخ كې يې خپل يو نوم او مقام ګټلی دی - دغه رنګ دَ خدائی بخښلي سيده قانته بېګم " زما سفر" ،  دَ حمزه بابا " دَ حجاز په لور" داسې سفرنامې دي چې مونږ يې خصوصي ذكر كولی شو - ولې په پښتو نثري ادب كې ښاغلی طاهر اّفريدي دی چې دَ خپلو سفرونو حال يې دَ مختلفو سفرنامو په شكل كې دَ پښتو ادب جولۍ ته پېرزوْ كړی دی - طاهر اّفريدي هم دَ خپل ساده باده انداز تحرير تر مخه دغه صنف ته دَ خپل هنر ،  سفري مشاهدو ،  او دَ ملكونو دَ اولس او ژوند ژواك ،  تاريخ،  كلتور په حقله دَ كوټلو معلوماتو وړاندې كولو كې يې دَ قاري دلچسپي هم په نظر كې ساتلي ده - او دَ لوستونكو نه يې شاباشی هم اخیستی دی.

د پښتو ليکواله حديبيه افغان هم د سفرنامې په تاريخ او بيا پښتو سفرنامې په اړه ليکنه کړې ده-- د سفرنامې د تاريخ په اړه ليکي:

سفرنامه ھم د پخوا داسې ليکلې کيږي مشھور  سېلانې فاھيان  چې د چين سره تعلق لري د چندر ګپت په ﺯمانه کې  د چين نه د صحرائ ګوبي او پامير په لاره ھندوستان ته راغلې وو او د دې سفر حالات ېې دا ېو سفرنامې  په صورت کې قلم بند کړې دي.

دغه رنګ د ېو بل  چيني سېلاني  ھيون سانګ ھم د راجه ھرش په ﺯمانه کې  اوومه صدۍ کې  د چين نه د وسطي ايشېا په لاره ھندوستان ته راغلې وه او د سفر حالات ېې د يو سفرنامې په صورت کې  ليکلي وي 

مشھور مسلمان ابنِ بطوطه ھم  د عالم اسلام ټولو ملکونو ته تلې وو چې پکې ھندوستان ھم شامل دې  ،   او بېا ېې دغه حالات د سفرنامې ابنِ بطوطه په شکل کې مرتب کړه

او د پښتو سفرنامې لنډه يادونه همدغه ليکواله داسې کوي-

پښتو ادب ړومبۍ سفرنامه خوشحال بابا  سوات نامه ليکلې ده چې پکې د سوات حالات او مختصره شان جغرافيه ھم بېان شوې ده او د يوسفزئ قبيلې تمدن او معاشرت ھم بېان شوې دې

 نعمان الدين کاکاخېل د سفر نامه ابن بطوطه  په پښتو ژبه کې ژباړه کړې ده ،  د مير احمد خټک مقامات  امير  ،  

د مېاں اکبر شاه، .  د آﺯادئ تلاش ،  د عبد الاکبر خان  د روسي ترکستان سفرنامه، 

 د محمد نواﺯ طائر سفرنامه ،  د کابل سفرنامه ،  او نثري سفرنامه ،  د حجاﺯ په لور ،  دا تکنيکي لحاظ سره ېوه مکمل سفرنامه ده ،  د افضل شوق اووه ګامه مزل ،  او د طاھر اپريدي  سفر مدام سفر ،  .

 

او داسې نورې ډېرررې  مشھورې سفرنامې دي چې د پښتو ادب پنګه پرې درنه ده

په دغو سفرنامو کې ځنې بيخي د لوړ معيار دي چې يوه پکې د سيده قانته بيګم زما سفرنامه ده- د دغې سفرنامې په اړه ميا وکيل شاه فقيرخيل داسې ليکي-

ځما سفر نامه، ‌د قانته بېګم ليکلي سفرنامه ده. دا د ميجر جنرل احيا الدين مشره خور وه. د خپل ورور سره يې دوه کاله په ولايت کې تېر کړي وو. قلندر مومند پرې ليک کړې دې.

د طاهر اپريدي د سفرنامو په اړه اقرار اپريډی وايي.

طاهر اپريدي د نوموړي افسانه نګار سره سره يو ښه سفرنامه نګار هم دی چې تراوسه یې دوه سفر نامې ليکلې دي چې بشپړه معلومات لري.

۱۹۷۹ء کې طاهر اپريدی سنګاپور ته سفر کوي او بيا په جون ۱۹۸۵ء کې د “سفر په خېر”په نوم خپله سفرنامه چاپ کوي چې د سنګاپور د خلقو ژوند، ښارونه،  د سېل ځايونه او داسې پسې ځه په ځانګړي ډول ښودلي دي.

۱۹۸۷ء کې د لندن او مصر په سفر ځي چې د دې په رڼا کې “سفر مدام سفر”سفرنامه ليکي “سفر مدام سفر” چاپ نېټه نه لري خو د سليم راز صېب د تحقيق مطابق او طاهر اپريدي د ياداشتو په رڼا کې دا کال ۱۹۸۹-۱۹۹۰ ء ښودلی شویدی.

د سليم راز د يوې سفرنامې په اړه بيدار وزير داسې ليکي:

"له خېبره تره تر سپین غره" د ډېر محترم او مشفق شاعر و ادیب جناب سلیم قرار صېب سفر نامه ده چې ماته یې د مینې او شفقت په رشته رالیږلې ده په داسې وخت کې یې رالیږلې چې موږ ته د یوې سفرنامې لوستل ډېر ضروري وو ځکه چې نن صبا زمونږ د کورس سره تړلې ده او زما د پاره د خوشۍ خبره دا ده چې له بده مرغه ما بیا سفرنامه نه وه لوستلې او دا زما وړومبۍ سفرنامه ده چې لولم یې په ښه ذوق او شوق سره خوند یې دا دی او خوبي یې دا ده چې د اختصار او اختصاص په کې خیال ساتلی شوی دی او د هسې لفاظۍ او جمله پورۍ نه یې په کې ډډه کړې ده چې ډېره جامع او په ټولو لوازماتو پوره او کره ده ځاي په ځاي په کې ټوکې ټکالې یې د خندا ذریعه جوړېږي چې د سفرنامې خوند یې زیات کړی دی

د پښتو سفرنامې په اړه حنيف خليل او ډاکټر شهاب عزيز ارمان هم بحث کړی دی چې په کتاب اډب کور کې خوندي دی-- دغه بحث په دې ډول دی:

شهاب عزيز ارمان:              

  دې ته راځو چې يو څيز لا اوس هم شته او هغه سفر دی او سفر او سفرنامه تړلې خبرې دي او د سفرنامې وړومبۍ بنيادي غوښتنه سفر دی،  پښتو کې سفرنامې د کله نه ليکلی شوي دي ؟ او څومره سفر نامې مخې ته راغلي دي او دغه سفرنامې څومره اهمې دي؟  

حنيف خليل:

               په پښتو او په مجموعي طور په سفرنامه باندې به زه بيله بيله خبره وکړم يعني دوو برخو کې به وکړم. يوخو ستاسو چې کوم وضاحت وو چې دې مېسج او دې اليکټرانک ميډيا خط ته نقصان ورکړو،  د خط رجحان یې ختم کړو دا يو سفرنامه ده چې دې د اليکټرانک ميډيا مقابله وکړه يعني د اليکټرانک ميډيا د دې تيز يلغار باوجود سفرنامه ژوندۍ هم ده او سفرنامې ته هغه نقصان ورکولی هم نه شي،  حالانکې که تاسو د دواړو په بنيادي سپېرټس غور وکړئ کنه نو سفرنامه کې به څه وو،   د يو ملک يا علاقې يا سيمې ته به چې سړی لاړو يو پوهه سړی به لاړو،  يو دانشور به لاړو نو هغه به د خپلې پوهې او د خپل دانش په بنياد هغه تهذيب،  هغه تمدن،  هغه معلومات به یې وليکل او خپل تهذيب ته به یې هغه متعارف کړل. د سفرنامې غټ مقصد به دا وو،  نو دا مقصد خو اليکټرانک ميډيا ډېر په آسانه حل کوي يعني ته اوس که په اېشيا يا په آسټرېليا په يا په سري لنکا کې د هغوي تهذيب معلومول غواړې،  د هغوي کرنسي څه ده،  د هغوي مذهبونه څه دي،  د هغوي ژبې څه دي،  د هغوي ژوند څنګه دی،  دا هر څه په اليکټرانک ميډيا کې موجود دي. په هر شکل کې کېدی شي خو بيا هم سفرنامه ژوندۍ ولې پاتې شوه ؟

ژوندۍ ځکه پاتې شوه چې په سفرنامه کې يواځې  انفارمېشن نه دی،  په سفرنامه کې د ليکونکي داخليت هم دی. د ليکونکي اسلوب هم دی،  د ليونکي ژبه،  انداز او جملې هم دي،  ليکونکي خپل لوستونکی په سسپنس کې ساتل هم دي،  د ليکونکي چې کومه تبصره ده،  يعني دا خو يو تهذيب وليدو خو دی اوس په هغې تبصره هم کوي. نېټ نه خو ته معلومات اخستی شې،  تبصره خو نه شې کولی. دلته سفرنامه نګار سره دا هم يو اضافي څيز دی چې دی پرې دلته تبصره کوي او د خپل تهذيب سره یې موازنه هم کوي يا د هغه نزدې نزدې تهذيبونو د معلوماتو د ژوند ژواک (Comparison) موازنه کوي. ځينې څيزونه سفرنامه نګار سره دي خصوصاً داخليت او د ده د ليک اسلوب،  دا نېټ يا دا اليکټرانک ميډيا نه شي حل کولی . چونکې ادب يواځې د انفارمېشن نوم نه دی،  ادب کې به ته خپل لوستونکي ته د خپل دا خليت خواږه هم ورکوې،  هغه څيز سفرنامې ژوندی وساتلو. 

سفرنامه سره د دې چې دا د شلمې صدۍ په غېر افسانوي نثر کې ډېر اهم څيز دی خو لکه ما چې په ابتدایي خبرو کې دا ویيلي وو چې د سفر نامې وړومبۍ نخښې مونږ سره په کلاسيک کې شته. هغه په نثر کې هم شته دی او په نظم کې هم شته يعني خوشحال بابا چې "سوات نامه" ليکلې ده نو په هغې کې زيات خصوحيات د سفرنامې دي. هغه د سوات سيمې ته ځي د سوات په خلقو خبره کوي،  د هغوي په مذهب خبره کوي،  د هغه ځائی په جغرافيه،  په موسم،  په حالاتو بحث مباحثې کوي او چې څومره معلومات ده د هغه سيمې نورو سيمو ته متعارف کولی شي هغه یې نظم کړي دي نو منظومه ده خو سفرنامه ده،  (يو "هندوکوه نامه" هم يادېږي. شهاب عزيز ارمان)

هندو کوه نامه چې ده هغې کې دا ویيلی شې چې د ا رپورتاژ ته هم نزدې ده او دا سفرنامې ته هم نزدې ده نو که مونږه وايو چې په  نثر کې د سفرنامې يو ابتدایي شکل دی نو هغه هندوکوه نامه په شکل د خوشحال بابا دی. بيا دا سهره د خوشحال بابا په سر ده او که په منظومو کې یې اخلو نو سوات نامه یې ده خو دا ده  چې هندوکوه نامه کې زيات (Reporting) دی يعني مونږه دا هم ویيلی شو چې سفرنامه او رپورتاژ کې فرق څه دی؟ خو فى الحال مونږه په سفرنامه په کلاسک دور کې د خوشحال بابا په دور کې هم د سفرنامې يو نا يو شکل موجود دی خو که مونږه جديد دور ته راځو نو بيا په شلمه صدۍ کې سفرنامه ډېره عام شوې ده او په دې دور کې غټې غټې سفرنامې ليکلی شوې دي لويو لويو ليکوالو سفرنامې ليکلي دي زمونږه "ډاکټر احمد علي عاجز" په دې  پي اېچ ډي کړې ده ،  "په پښتو ادب کې سفرنامه"   خو يو څو نومونه هم مونږه اخلو نو د حمزه بابا "د حجاز په لور" او يو د "کابل سفرنامه" ده،  يو د کابل منظومه ده او بل منثوره ده. صديق الله ريشتين ډېرې سفرنامې ليکلې دي. ابتدایي دور کې زه خبره کووم دغه شان قانته بيګم "زما سفرنامه" دا د ابتدایي دور خبرې کوو چې دا د شلمې صدۍ کوم ليکوال دي،  د هغوي سفرنامې دي. "ميا اکبر شاه" او "عبدالاکبرخان" خو هغه د معيار په حواله چې دی هغه کلاسک دي. ميا اکبر شاه " د آزادۍ تلاش" او د "عبدالاکبر خان اکبر"  "د روسي ترکستان سفر" دی،  نو دا دواړه  په اردو کې هم ترجمه شوي دي خو وړومبی په پښتو کې ليکلی شوې دي. دا (1920,21ء) د دور سفرنامې دي خو د معيار په لحاظ دوي خپل تاثر قائم کړی دی. خصوصاً ميا اکبر شاه چې کوم د عبدالاکبرخان د روسي ترکستان سفر دی،  هغه هم د معيار په لحاظ څه کمه نه ده خو دې سفرنامې خلق ډېر زيات ځان ته راښکلي دي نو دغه دوه سفرنامې او د غه شان زمونږه دور ته چې راځې بيا په کې ځينې سفرنامه نګارو لږې زياتې ليکلې دي او ښه  یې هم ليکلې دي مثلاً "طاهر افريدی" هغه په سفرنامو کې هم اهم سړی دی او دغه شان افضل شوق هغه په سفرنامو کې ډېر اهم سړی دی. د دغه دور ځينې نور ليکوالو وړې وړې يا د نزدې نزدې ملکونو سفرنامې ليکلې دي،  زمونږه "ډاکټر لياقت تابان" د هغه هم د سفرنامو شمېر زيات شو خو په دې عصر کې اوس زمونږ همځولی او يا زمونږ نه لږ مشر هغوي بيا سفرنامې ډېرې ليکلي دي چې ما ته په کې بيا ډېر لوی نومونه يو د طاهر صېب ښکاري او بل ځانګړی نوم ما ته د "افضل شوق" ښکاري.(اوس هم څه نا څه سفرنامه ليکلی کېږي زمونږه ملګری "مهر خليل" لس دولس کاله مخکې انګلستان ته تلی وو. زما خيال دی چې انګلستان ته د تګ او د هغه ځائی سفرنامه قسط وار په "امېل" کې چاپ کېده نو داسې ستاسو په نظر کې شته  چې د انګلېنډ بله سفرنامه پښتو کې چا ليکلي وي؟ . شهاب عزيز ارمان)

د انګلېنډ سفرنامه چې د انګلېنډ حالات یې ليکلي دي. طاهر آفريدي صېب په يو سفرنامه کې د يورپ هم يو سېل کړی وه چې په هغې کې د انګلېنډ حالات هم شته البته چې تاسو ذکر وکړو نو داسې که مونږه د افغانستان ليکونکي شاملوو نو بيا به په کې نور ډېرخلق وي  چې هغوي د "انګلېنډ" سفرنامې هم ليکلي دي او د "روس" او د "جرمني" او د نورو بلها هېوادونواوملکونو سفرنامې یې ليکلې دي خو زه به هلته کې هم داسې ووايم چې د "اسماعيل يون" او "لعل باچا ازمون" چې دوي زياته توجه کړې ده،  حالانکې دې  نه علاوه د افغانستان ليکونکيو کې ډېرې سفرنامې یې ليکلي دي نو په هغې کې مشران ليکوال هم شته کشران هم په کې شته او دا دوه داسې دي چې دا زمونږه همځولي دي "يون" او "ازمون" خو دوي زياتې ليکلې دي ګنې مونږ خو د "رشتين صېب" ذکر کړی وو کنه. هغه خو ډېر سينير وو او هغه ښه کافي شمېر کې سفرنامې ليکلې وې خو د هغه نه پس په افغانستان کې سفرنامه په دې وروستي دور کې ځکه را اوچته شوه چې د افغانستان پښتانه خارجي ملکونو ته ډېر لاړل خصوصاً جرمني ته،  انګلېنډ ته او امريکې ته او دغه ملکونو ته ډېر لاړل نو هغه خلقو هم ليکلې دي او زمونږ لوکل چې په پاکستان کې يا په پښتونخوا کې واړه واړه سفرونه شوي دي "ډاکټر ميا سهېل انشاء" دې خدائی وبخښي د بټګرام ادبي سفر یې ليکلی وه نو داسې هم شته څه ناچا په هم شته خو سفرنامه اوس د غېر افسانوي نثر پښتو کې يو ډېر لوی صنف جوړ شو. 

شهاب عزيز ارمان:              

ټولو نه زياتې سفرنامې زما په خيال د حج د سفر،  د عمرې د سفر يعني د حجاز طرف ته چې کوم سفرونه دي مذهبي،  ديني،  سفرونه،  د هغې ليکلی شوي دي؟

حنيف خليل:        

بالکل اردودانو دا کار کړی دی چې هغې ته یې سفرنامه نه ده ویيلې کوم چې صرف د حج وي يا ځينې خلقو د عمرې روداد هم ليکلی دی. اردودان ورته حج نامه وایي او هغه ځکه وایي چې هغه ټولو کې يو قسمه خبرې وي او په اردو کې خو ډېرې غټې غټې ليکلی شوې دي،  په پښتو کې د حج دا سفرنامې ليکلې دي خو هغه ډېرې مختصرې دي مونږه ورته که حج نامه وايو او که سفرنامه وايو نو په هغې کې خو ظاهره خبره ده چې لوی نوم د "حمزه بابا" دی. "د جحاز په لور" خو زمونږه دې وروستي دور کې هم ځينې خلقو ليکلي دي او که ډېر وروستی دور ورته او نه وايو فرض کړه دا زمونږه "قندهار آفريدی"  هغه خو مونږ نه لږ مشر دی خو هغه د حج سفرنامه ليکلې ده او ځينې نورو ليکوالو هم ليکلې دي. د حج سفرنامه کې د عمرې سفرنامه کې زما صرف تحفظاتو کې يوه خبره ده چې په هغې کې تاسره د (Verity) ګنجائش کم وي يعني د حج چې کوم مناسک دي،  د حج چې کوم سفر دی کوم طور طريقه ده او چې ته حج له ځې نو هم يو قسمه تهذيب به وينې،  يعني خو د عربو تهذيب به وينې کنه هلته خو ته دا کولی شې چې د روس د امريکي د يو ځائی د بل ځائی تهذيبونه خو بدل وي کنه،  د حج په سفرنامو کې يک رنګي ده. د "اسرار د طورو" سفرنامه ليکلې ده د حرمېنو سفر نو هم هغه خبرې دي نور چې څومره ليکوال دي په هغې کې دا يک رنګي د سفرنامې دا فني ښکلا مجروح کړې ده او آزاده سفرنامه داسې وي چې په هغې کې ستا (Verity) هم وي. ستا د موضوعاتو او ستا د معنويت د پاره هم تاسره آزادي وي او اسلوب خو ستا خپل دی. (يعني که دغه زمونږ کوم عالمان شخصيات وي او  د دوي د خپلې سفرنامې حج يا د عمرې ليکلي دي خو که دوي په هغې کې کوم علمي بحث مخې ته ساتلی وی يعني د حج په مناسکو باندې علمي بحث وتبصره د قرآن و حديث په رڼا کې،  د هغې تذکره يا نور نور نو بيا هغه (Verity) په کې راتلی شوه او داسې دغه هم په کې زياتېدی شول. شهاب عزيز ارمان).

هغې کې يو مشکل بل پېدا کېږي يعني مشکل دا پېدا کېږي چې هغه ډېر زيات علمي څيز شي نو هغه مقاله شي. هغه علمي کتاب شي نو اګرچې څومره  لوی عالم سړی وي،  ديني عالم هغه خپله سفرنامه کې خوند هم پېدا کولی شي،  معلومات هم ورکولی شي خو دا بيا هم  ليکونکی (Bound) دی،  پابند دی چې د ده سفرنامه څه علمي کتاب نه شي،  هغه دې سفرنامه پاتې شي نو چې سفرنامه پاتې شي نو  بيا هم  ستا هغه داخليت خوضروري دی نو هغه داخليت به په داسې انداز کې  ښکاره کوې چې ته سفرنامه ليکې که د قرآن او حديث نمونې په کې ډېرې زياتې شي نو دا علمي کتاب کې کېدی شي سفرنامه کې نه شي کېدی. دغه شان چې نور کوم د حج په مناسکو په موضوع باندې څومره علمي کار شوی وي د هغه ټول کار عکاسي او ترجماني سفرنامه کې راځي،  بيا علمي کېږي نو د سفرنامې هغه خپل فارمېټ به هم نظر کې ساتې.

پښتو کې د نريوال کچ د ځنو سفرنامو ژباړې هم شوې دي چې يوه ډيره مهمه ژباړه يې ارواښاد کاکاجي صنوبر حسين مومند د ابن بطوطه سفرنامه په نوم کړې ده او پښتو اکيډمي کويټه د حنيف خليل د مقدمې او څيړنيز زيار سره چاپ کړې ده- د کاکاجي صنوبر دغه ژباړې سره پخپله د کاکاچي علمي ليکنه او په دغه سفرنامه علمي بحث هم شامل ډی-- د ابن بطوطه سفرنامه کې د افغانستان او نورو پښتنو سيمو يادونه هم شوې ده ځکه دلته يې د لطيف ياد د يوې ليکنې په حواله نور وضاحت هم کولی شي-- لطيف ياد داسې ليکلي دي:

ابن بطوطه او د ده یونلیک (سفرنامه)

او افغانستان ته د ده سفرونه

ابن بطوطه چې اصلي نوم یې محمد و د عبدالله زوی د محمد لمسی او د إبراهیم کړوسی دی چې په ۷۰۳سپوږمیز(قمري)درجب دمیاشتې په ۱۴ مه یاد ۱۳۰۴زیږدیز(میلادي) کال دفبروري دمیاشتې په ۲۳ مه نیټه دشمالي افریقې د مراکش دهیواد دطنجې Tangier په ښار کې زیږیدلی دی . دده سفرنامه یا یونلیک په اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کې دزیات شهرت نه برخمنه ده .ده خپل دغه سفر له نن ورځې نه (۶۹۱)  کلونه وړاندې یعنې په ۱۳۲۵ زیږدیز / میلادي کال کې کله چې ۲۳ کلن و پیل کړ او په ۱۳۵۲زیږیدیز کا ل یې پای ته ورساوه او پوره ۲۹ نهه ویشت نیم کلونه وخت یې ونیوه او ده په خپل سفر کې ۴۴ هیوادونه ولیدل او     ۱۲۰۷۰۰ کیلومتره لار یې په پلي ،  خرو ،  کچرو ،  اوښانو،  اسونواو کښتیو سره ووهله او په پای کې یې خپله مشهوره سفرنامه په عربي ژبه ولیکله چې ( تُحفَة اَلنُظار فی غَرائِب اَلأمَصار وعَجائِب اَلأسَفار) نومیږي چې دابن بطوطه په سفرنامې یا یو نلیک سره شهرت لري چې عربان ورته رحله ابن بطوطه هم وایی.

ده دخپل سفر په پیل کې په ۱۳۲۵ زیږدیز کال کې چې دمراکش دطنجې له ښاره دحج دسپیڅلې فریضې داداکولو په مو خه یې پیل کړ دمراکش دنورو ښارونو ترلیدو وروسته موریتانیا ،  الجزایر،  تونس،  لیبیا،  مصر،  قاهره،  سور ریاب ،  ،  مینا عیذاب،  دمصر ختیزه صحرا ،  سینا،  فلسطین،  غزه ،  الخلیل،  بیت المقدس،  رمله،  عکا،  نابلس،  جبله ، لاذقیه او نور ښارونه لکه بیروت،  آسان البقا، طرابلس،  جبل لبنان،  بعلبک،  دمشق،  حمص،  حماة،  معرة النعمان،  حلب،  الساحل السوری،  حصون اسماعیلیه،  حجازاو اردن نه لیدنه کتنه وکړه او د لارې د نا امنۍ له کبله د خپل مقصد په لوري د شام او فلسطين له لارې مکې معظمې ته ورسېد اود حج له ادا کولو وروسته یې دمکې او مدینې او جدې ښارونه ولیدل او عراق ته لاړ او دکوفې ،  نجف ،  بصرې ، بغداد ،  تکریت او موصل ښارونه یې ولیدل .له هغه ځایه بیا یمن ،  سومالیې ،  کینیا او تانزانیا هیوادونو ته لاړ .وروسته دپارس خلیج ته راغی اوبحرین ،  قطیف ،  احسا او یمامې ښارونه یې ولیدل او تر هغه وروسته بيا ايران ته ولاړ، ده په ایران کې دآبادان ،  خوزستان ،  اصفهان ،  لرستان ،  شوشتر ،  شیراز او یزد ښارونه هم ولیدل. اوبیا ترکیې ته لاړ اودروسیې په جنوب کې دکریمیا سیمه چې دولګا په سیمه کې موقعیت درلود ولیدل او له هغه ځایه بلغاریا ته لاړ.ورپسې استراخان او قفقاز ته راغی اوبیا قسطنطنیې او استانبول ته لاړ . بيا د والگا درياب له لارې د آمو درياب پورې غاړه د ماوراء النهر ښارونو خوارزم او بخارا او له هغه ځايه د ترمذ او اوسني حيرتان له لارې بلخ ته راغی.

ابن بطوطه په افغانستان کې :

وروسته تر دې چې ابن بطوطه دحیرتان له لارې افغانستان ته راننوت نو لومړی یې له بلخه لیدنه وکړه او د ميمنې دغرنیو سیمو له لارې هرات ته لاړ. په هرات کې د سلطان غياث الدين غوري زوى سلطان حسين يې ډېر درناوی وکړ، .دی په خپل يونليک کې نوموړى سلطان په ښه خوله يادوي اودهغه ځينې سوبې او فتوحات یې هم ليکلي دي،  بيا له هرات نه جام ،  سرخس،  مشهد،  نيشاپور او بسطام ته تللى دى.

ابن بطوطه وروسته ددویم ځل لپاره افغانستان ته راغی او د اځل يې غوري او بغلان وليدل،  او له هغه ځايه کندوز ته ولاړ او هلته يې يوڅه موده استوگنه هم کړې ده،  له کندوز نه د اندراب له لارې د هندوکش له غرونو تېر شو،  پنجشير،  کوهستان،  څرخ او غزني ته يې هم سر ورښکاره کړى،  بيا کابل ته لاړ ،  له کابله د گرديز اوگوملې له لارې دهند او سندهـ خواته ولاړاوډیلي ته ورسېد او دډیلي سلطان احمدشاه تغلق يې خورا ډېر درناوى او تود هرکلى وکړ او له سلطان محمدشاه تغلق سره د سندهــ دپښتنو د اړودوړ اوجگړو څه پېښې يې هم په خپلې سفرنامه کې خوندي کړې دي. دغه راز يې دهغه وخت دسياسي پېښو اوافغانستان دښارونوپه هکله يې خورا ښه معلومات ورکړي دي

دډیلي سلطان احمد شاه تغلق هغه ته دقضاء دنده وسپارله او تر دوه کاله پورې يې دغه دنده د مالکي مذهب سره سمه سر ته ورسوله اوپه هند کې تر نهو کلونو تم کیدو وروسته یې يوځل بيايې د سياحت مينه په زړه وورېدله،  او په يو رسمي سفر له څو تنو ملگرو سره د چين په لوري وخوځېد،  خو د مالديپ جزيرو ته چې ورسېد بيا تم شو،  اوبيا له هغه ځايه په ۱۳۴۴ ميلادي کې سرانديپ(سریلانکا) ،  بنگال ،  بنګله دیش ( چاټگام،  سلهټ ) اود هند د لیرې پرتو سيمو کمبوديااو فلیپین، ا ندونیشیا او سوماتر ا ترلیدلو وروسته چين ته ورسېد،  او تر پېکنگ(بیجینګ)،  پورې ولاړ،  بيا وروسته فارس ،  شام ،  عراق او مصر ته ولاړ،  او په څلورم ځل له مصر څخه دمکې معظمې دسفر په نيت روان شو،  اوپه څلورم ځل يې حج اداء کړ.

ابن بطوطه په ۷۵۰ هـ کې د المغرب ( فاس ) ښار ته ولاړ او هلته يې ډېره موده تېره کړه،  بيا د اندلس ( اسپانیا ) غرناطې ته ولاړ او دې وروستي سفر يې ډېره موده ونېوله،  په ۷۵۳ هـ کې سوډان ته ولاړ اود افريقې د تورپوستوسیمې ټمبکټواو مالی یې ولیدلې او دتوات او اګدیز د ددښتو له لارې بېرته خپل هېواد مراکش ته وگرځېد اودخپل اوږده سفر موزې يې وکښلې او خپل له ځوره او سټریا نه ډک سفر يې پاى ته ورساوه. باید وویل شي چې کله ابن بطوطه تر دغه اوږد سفر نه وروسته بیرته خپل هیواد مراکش ته ستون شو دمراکش واکمن،  سلطان المرینی دی دقاضي په توګه وټاکه . ابن بطوطه په ۷۷۹ سپوږمیز/قمری کال چې د۱۳۳۷ زیږدیز/میلادي سره سمون خوري په مراکش کې وفات شو او هماغلته خاوروته وسپارل شو.

دنوموړي دسفر لار نژدې ۷۵۰۰۰ پنځه اويازره ميله اټکل شوې ده .ده دخپل سفر حالات د ابوعنان د دربار يو اسپانوي عالم محمد د جزى الکلبي زوى ته واورول،  هغه دده د سترگو ليدلي حالاتو ته د ( رحلة ابن بطوطة ) يا ( تحفة النظار وغرائب الامصار وعجائب الاسفار )ونوماوه او د کتاب بڼه يې ورکړه،  دنوموړي د لاس دغه يونليک د پاريس په موزيم کې خوندي دى.

لويديز وال په نولسمه پېړۍ کې دابن بطوطه ددې سفرنامې نه خبرشول ،  اود ۱۸۰۸ او ۱۸۰۹ او ۱۸۱۹ کلونو ترمنځ ددې يونليک ځينې برخې یې انګریزي ته وژباړلې او کيمبرج پوهنتون پروفیسر ګیب ددغه يونليک په بشپړه توګه په انگريزي و ژباړه او په ۱۹۵۸زیږدیز/ميلادي کال کې او تر هغه وروسته کلونو کې په دوه ټوکونو کې خپور کړ داهم باید زیاته کړو چې دابن بطوطه دغه سفرنامه یا یو نلیک دنړۍ په څلویښتو ژبواو له هغو نه په انګریزي فرانسوي،  پرتګالي،  اسپانوي،  ایټالوي،  روسي فارسي او اردو ژبو هم خپورشوی دی،  خو زما وړاندیز دادی چې که کوم باصلاحیته شخص یې پښتو ته وژباړي نو ستر کاربه یې کړی وي،  ځکه په دغه سفرنامې یا یو نلیک کې دافغانستان دهغه وخت دبیلابیلو سیمو او په تیره بیا دپښتنو په اړوند هم ځینې شیان شته .

ددې یونلیک لوستل ځکه مهم دي چې یو څوک دهغه وخت د تاریخ او جغرافیی ،  دخلکو ددودونو ،  دپاچا هانو او د خلکو دژوندانه دبیلا بیلو برخو سره آشنا کوي .زه دتاریخ دیوه زده کوونکی او مینه وال په توګه ټولو هغو کسانو ته چې دتاریخ او جغرافیی سره مینه لري ددغه یونلیک دلو ستلو سپارښتنه کوم.

خبره چې د ژباړه شوو سفرنامو روانه ده نو دلته تبصره د محمد زبير شفيقي په ژباړلې سفرنامه وړاندې کولی شي چې سفرنامه د نسيم حجازي ده او پښتو ته ژباړلې محمد زبير شفيقي ده-او تبصره پرې منصور ليوال کړې ده- 

 

حجازي سفرنامه 

 ژباړه محمد زبير شفيقي

تبصره، منصور لېوال

 

په نوره نړۍ کې له ډېر پخوا راهیسي سفرنامې لیکل کېږي. له نېکه مرغه په دې وروستیو کې په پښتو ژبه کې هم دې ژانر ته پاملرنه شوې ده. ځینو پښتنو لیکوالو سفرنامې لیکلې دي،  خو هومره ډېر څه لا په پښتو ژبه کې نشته چې حساب پرې وشي.

“د حرم تر دیاره” د پاکستان د مشهور داستان لیکونکي چې شاید کم کسان داسې وي چې د ده له نوم او اثارو سره نا اشنا وي،  ښاغلي “نسیم حجازي” سفرنامه ده.

حجازي د ایران او ترکیې له لارې سعودي عربستان ته تللی دی. دا سفرنامه د دريو هیوادونو منظره را باندې کوي. لومړی مو ایران ته بیایي. د ایران په سیمو،  تاریخي ځایونو مو ګرځوي،  د دې هیواد ولس راباندې ویني،  د هغوی دود او فرهنګ مو مخې ته ږدي. تر ایران وروسته ترکیه راباندې ویني. د دې تاریخي هیواد د ماضي،  مشهورو څېرو،  د ترکیې د اوسني وضعیت او د دې وطن د وګړو په اړه راته غږېږي. د ترکیې هیواد په ښکلو ښارونو مو ګرځوي،  د یاد هیواد د وګړو د جلال او جمال او د دې خاورې د عظمت او برم په اړه معلومات راکوي او د مولانا روم په څېر د مشهورو کسانو د مزارونو دیدن راباندې کوي. له ترکیې وروسته لیکوال د حرمینو مبارک سفر پیلوي. د دې سفر کیسې دومره جالبې او خوندورې دي چې سړی یې په لوستو نه مړېږي. لیکوال دا کیسې په ښکلي او تصویري ژبه لیکلې دي چې لوستونکي داسې احساسوي چې حجازي تر لاس نېولی یم او د سعودي عربستان په ښکلو سیمو مې ګرځوي.

په یاد سفر کې لیکوال د رسول الله (ص) د مبارکې روضې دیدن راباندې کوي،  د مکې او مدینې په سترو او تاریخي ښارونو مو ګرځوي او د عربو د دود او فرهنګ په اړه راته غږېږي،  د دوی له ماضي،  اوسني وضعیت او حال نه مو خبروي. د دې اثر یوه ښه او اهمه ځانګړنه داده چې لیکوال یوازې د خپلو سفرونو کیسې نه راته کوي،  بلکې نوموړي د دې دریو هیوادونو(ایران،  ترکیه،  سعودي عربستان) په ماضي،  اوسني وضعیت او د دوی د راتلونکې په باب ډېرې جالبې او اهمې خبرې کړي دي،  چې د خوند تر څنګ مو د دې هیوادونو او د دوی د ولس په اړه د معلوماتو په زیاتوالی کې هم رول لوبولی شي.

منصور لېوال وايي-

زما په اند د دې سفرنامې لوستل درې ګټي لري: لومړی دا چې له لوستو یې هم خوند اخېستلای شو او هم په لنډ وخت کې د یوه پر ځای،  د درې هیوادونو منظره راباندې کوي. دویمه ګټه یې داده چې معلومات مو زیاتوي. مخکې مو یادونه وکړه چې لیکوال یوازې د خپل سفر کیسې او له ده سره کېدونکي پېښي نه راته بیانوي،  بلکې نورې هم ګټورې او نوي خبرې لري،  مثلاً: کله چې حجازي د ایران شیراز ته ځي،  نه یوازې د دې ښار په اړه راته غږېږي،  بلکې د دې ځای د نوموتو څېرو،  “حافظ او شیرازي” له ژوند و فن نه مو هم خبروي.

د دې سفرنامې د لوستلو بله اهمه ګټه داده چې د سفرنامې د لیکلو چل ترې زده کولی شو. څه موده مخکې مې د یو افغان لیکوال د هند سفرنامه لوسته؛ هلته یوازې د یو تن (پخپله لیکوال) کیسې ته غوږ وم او فقط د ده له حاله خبرېدم،  مثلاً لیکلي یې وو: له اطاقه راووتو،  پلاني ځای ته لاړو،  بیا مو د پلاني تاریخي ځای سیل وکړ،  په دویمه ورځ تاج محل ته لاړو،  بیا بېرته اطاق ته راغلو…

دې افغان لیکوال د سلو په شاوخوا صفحو کې دا سفرنامه لیکلې وه. نوموړي د ځان په اړه خورا پرېمانه او تفصیلي لیکل کړي و،  خو تر پایه مې د تاریخي هند په اړه،  د هند د وګړو په اړه،  د هند د مشهورو او تاریخي ځایونو په اړه یوه جمله معلومات هم و نه لوستل. لیکوال تاج محل ته ورغلی و،  ښه پرېمانه انځورونه یې هم پکې اخېستي و،  خو دا یې راته و نه ویل چې دا ښکلي او تاریخي ماڼۍ څنکه،  چا،  څه ډول او ولې جوړه کړې وه!؟

خو د ښاغلي نسیم حجازي په دې سفرنامه کې د ایران،  ترکیې او سعودي هیوادونو د تاریخ،  سیمو،  ولس،  تاریخي ځایونو،  مشهورو څېرو،  ماضي او اوسني وضعیت په اړه په ډېر څه پوهېدلای شو.

په دې هیله چې د پښتو ژبې لیکوالان دې ژانر ته جدي پاملرنه وکړي او د نسیم حجازي په څېر او آن تر دې اوچتې سفرنامې ولیکي،  تر څو له دې لارې د لوستونکو په تجربو او معلوماتو کې زیاتوالی راولي.

يوه تبصره د ميا وکيل شاه فقير خيل هم دلته راوړلی شي چې د محمد سعيد ابک خيل په منظومه د بنګال سفرنامه باندې يې کړې ده-

د بنګال سفرنامه 

                     پښتو ادب کې دريمه منظومه سفرنامه

(قلمي نسخه)

 

  تبصره:  ميا وکيل شاه فقير خېل

 په خټکو کې د بهادر خان رح چې په روخاني دنيا کې په بهادر بابا او ابک صيبؒ په نومونو شهرت لري کورنۍ په مذهبي, علمي, ادبي او سياسي لحاظ سره لوړ مقام لري او دغه شان ددوي زامن د عرفان و سلوک د لارې د سختو رياضتونو نه تير شوي د غوثيت او قطبيت درجات يې موندلي د بهادر بابا درې زامن وو

۱ـ حضرت کستير ګل بابا کاکا صاحبؒ رح

۲ـ حضرت حيات باباؒ

۳ـ  حضرت شيخ عفان باباؒ

ددې په تایيد کې د حضرت کستير ګل کاکا صاحب رح د زوي شيخ حليم ګل بابا رح کتاب مقامات قطبيه و مقالات قدسيه چې ميا مهتدالله کاکاخېل په فارسۍ ژبه کې چاپ کړی او په اردو کې يې ارواښاد عبدالرازق صيب ترجمه کړي په ۲۳۶ مخ ليکي

حضرت کاکا صاحب رح کی دو بھائی تھی اور دونوں صاحبان ولایت تھی ایک حیات خان اور دوسرا شیخ عفان تھی جو کہ شیخ جی (کاکا صاحب) کی گنبد کی نزدیک دفن ہیں

ترجمه : د کاکا صاحب رح دوه وروڼه وو او دواړه د ولايت خاوندان وو د يو نوم حيات خان او دويم شيخ غفان نوميدو چې د شيخ جی (کاکا صاحب) د ګنبد سره نزدې دفن دي.

او دغه شان نوموړې محقق ارواښاد سرفراز عقاب خټک په خپل تصنيف (کاکا صاحب )کې ليکي د کاکا صاحب دوه وروڼه وو حيات خان او شيخ عفان.

تاريخ مرصع هم ليکي د کاکا صاحب رح دوه ورورڼه وو حيات خان او شيخ عفان

ميا شمس الدين کاکا خېل هم په خپل کتاب مناقب شيخ رحمکار قلمي نسخه کې ليکي:

د   ده  دوه  وروڼه په ځان           حيات خان او شيخ عفان

 

د بهادر بابا ددې درې واړو زامنو اولاد ته  ابک خېل ميا ګان ويلي شو خو چې کله کاکا صاحب عليه رحمته د سلوک او عرفان په دنيا کې شهرت وموندلو نو د کاکا صاحب اولاد ته کاکا خېل او ددغه وروڼو اولاد ته ابک خېل مياګان وایي په دې ابک خيلو مياګانو کې ډير  نوموړي عالمان,شاعران او اديبان تير شوي او اوس هم شته د پښتو ژبې نوموړې شاعر, ناول نګاراو اديب ارواښاد ميا سيد رسول رسا صيب هم  ابک خېل ميا دی په دې ابک خيلو مياګانو کې لوې عالم او شاعر ميا محمد  سعيد د ديارلسمې هجرۍ صدۍ نوم ورکې خوږ ژبې شاعر وو چې په کال ۱۲۶۳ھ ق  بمطابق ۱۸۴۷ع کې د مردان ضلعې د کاټلنګ په کندي اوډيګرام کې د ميا محمد جنيد کره زېږيدلې وو د ميا محمد سعيد پنځه زامن وو

ميا عبدالواحد,ميا غلام محمد,ميا غلام صديق,ميا سلطان محمود او ميا سيد محمود ددوي اولاد اوس هم د ابک خيلو مياګانو په نوم د کاټلنګ په سيمه ژوند کوي د ميا محمد سعيد يو زوې ميا غلام صديق  ډير ښه خطاط او شاعر وو دده د لاس قلمي شعري جونګ چې پکې د مختلفو شاعرانو لکه ملا فضل نور,علي احمد,خيری,مختار, خاکسار ,ميا محمد سعيد چې دده پلار دی غزلې رباعيانې او قیصې ليکلي دغه قلمي نسخه يې  زما سره په کتابتون کې پرته ده ميا محمد سعيد په خپلو شعرونو کې د سعيد په نوم سره تخلص استعمال کړی ددوي دوه منظومې قلمي نسخې زما په کتابتون کې خوندي دي 

 ۱-  فتح العراق دا د زقوم بادشاه د جنګ قيصه ده چې ۱۷۹ مخونه لرو

 ۲-  سفرنامه بنګال و اسام

 

                   سفرنامه بنګال و اسام

ميا محمد سعيد د فتح العراق په اخر کې د ۱۸۰ مخ نه تر ۲۹۳ مخ پورې په نستعلوق خط کې په توره سياهۍ سره دا منظومه سفرنامه په دې عنوان سره ليکلي 

 `دربيان احوالات سفر ملک بنګال و آسام بنګال و از کيفيت احوالات ملک آسامنه

دبنګال ددې سفر نامې آغاز په دې شعرونو سره کوي

ای قلمه راشه بيا زما دم ساز شه

تر خپل کوی اوچت په دې آواز شه

سر کړه ښکته په دې کور د خپل دوات کې

دا حالات د آسام ښکل کړه په ابيات  کې

ته به ملک ته څه تحفه يوسې دې ځای نه

راشه يوسه دا احوال د دهاهي هاې نه

 

بنګال ته د تلو سفر سبب دا رنګه  ليکي

 

چې کارونه د تقدير ټول د حکمت دي

څوک خبر خلقه د روزۍ په حقيقت دي

څوک پوره کړه په خپل ملک څوک خواروزار کړه

د خپل  رزق  دپاره  غم  اندوه   بسيار   کړه

څوک بې غم د خپل بستر د پاسه خوب کړه

څوک دا هسې سرګردان ګرځي آشوب کړه

د ګردش د   زمان    راغله   دا   سخته

په ما باندې يو زمان هم په څو وخته

نور سفر مې کړو  اختيار د بنګالي 

راروان شوم  د  خپل  ملک په حملي 

برابر  داخل  په  ښار  د کلکتې  شوم

په دا ځای کې څه موده په واويلې شوم

 

د کلکتې د يو جمات ذکر داسې کوي

 

خاص په شهر د کلکتی کې جماعت دی

چې جوړیې  مثال دنيا کې د جنت دی

هره ګټه په کې صاف سنګ مرمر ده

د مسجد د پاسه بيا مدرسه بر ده

حوض ندي يو عجب منقشو ساز دی

صد رحمت په هغه شه چې استاذ دی

دغه شان د ددغه جمات هر هر ښائست يې په کې ستایيلې او په يو ډيرښکلي انداز کې د جمات نقشه زمونږ مخې ته کړي ده

په پښتو ادب کې په منظومو سفرنامو کې لومړۍ منظومه سفر نامه د خوشحال بابا سوات نامه ده او ويلې شي چې ورپسې د ميا حسيب ګل کاکا خېل د هندوستان دوېمه منظومه سفر نامه ده په دې حساب د ميا محمد سعيد ابک خېل د بنګال دا درېمه منظومه سفر نامه ده او څلورمه منظومه سفر نامه د حمزه بابا د کابل سفر نامه ده

د پښتو دانوم ورکې شاعر په کال ۱۳۳۴ ھ ق بمطابق ۱۲ مارچ  ۱۹۱۵ع کې وفات شوی او د کاټلنګ کلي په لويه هديره کې خاورو ته سپارلې شوی په ګور يې نور شه امين.

 

د پښتو په څو  سفرنامو دلته څو نورې ځانګړې تبصرې راوړلی شي

 

د حجاز په لور :

 سفرنامه د حمزه بابا

تبصره: نسيم اپريدی

 

۱ـ  د حجاز په لور 

 

  په دې سفر کې د نشيبونو فرازنو نه راتېرې واړه مرحلې حمزه بابا قېد کړي دي, دا سفر د افغانستان په لار ايران ترک کويت او داسې تر حجاز شوې دې, په مختلف مقاماتو د آئماو, اولياوو. او امامانو مزاراتو له یې حاضري کړې ده , او د هغې سره یې د دویي په تاريخ رڼا اچولې ده او هم داسې یې د جنګ مېدانونو په حواله هم ګټور معلومات راوړي دي, او د مختلف شويو جنګونو په حق له یې ژور جاج وړاندې کړې دې.  په حجاز کې یې هم اصحابو ته , ازواجو ته , جنت البقيع,جنت المعلی, احد, حرا , جبل ثور   او داسې نور  مختلف مقاماتو له یې ځان رسولی دی,  په جنګ بدر, جنګ احد, جنګ جمل, او داسې د هغه وخت اختلافات, او د اختلافاتو په اړه د شويو جنګونو په حق له یې نظر شريک کړې دې , 

لنډه دا چې په دې سفرنامه کې حمزه بابا ډېر علمي تعلمي ديني تاريخي بحثونه ځای کړي دي.  د قران پاک د حوالو سره سره یې د احاديثو حوالې هم راوړې دي او ورپسې یې د هغې په رڼا کې د وخت په هره موضو خپل عقلي دلايل او رایې هم راوړې دي, 

 

د حمزه بابا د عملي شخصيت احاطه کول دا ډېر کړاو غواړي.  زما غرض و مقصد دا دې چې کله د يورپي او يوناني ادبي او تاريخي  معياري اخلاقي موانزنه وشوه او د يونان ادب معياري اخلاقي او لرغونې اوګرځېدو نو کلاسک ورته اویيل شول او دا کلاسک ادب د هغه وخت نه راپه دې خواه راروان وو چې اخري خاتمه یې حمزه بابا اوکړه او د جديد ادب اغاز یې وکړ, چې پښتنو  د پاره  د فخر خبره ده , او غزل یې پښتون کړو , حمزه بابا که يو مخ له په پښتنو د الله پاک پيرزو وه نو بل مخ ته یې ادب له ډېر کار و زيار ويستې دې خو افسوس چې له یې د مړينې دومره موده نه ده شوې ,که څه هم یې د زړه په وينو ادب او په ادب کې غزل په يو مقام ودروو خو ولې نن یې د لږې مودې ورسته ادب تاغير شوې دې او پښتانه ليکوال صرف په ځان میين دي, او هغه چاله یې شملې په سر کړې چې د د پښتو په نوم یې پښتانه اوخوړل.  

د دې سفر نامې د لوستو نه پس ما ګرانو او نيزدې ملګريو خليل افسان افريدي او ابرار شاه ابرار افریدی ته يو پېشنګویي وړاندې کړه چې الله پاک دې داسې نه کا خو محسوس مې داسې کړه چې د پښتنو به د ټولو نه د وخت ښه سندره دا وي چې

ګوره د ترورې لورې ستا د ماما زوې يمه, هایي افسوس , ولي زمونږ نه به بابایې سندره, غازي سيال بابا ګيله نه کوي چې ولې تاسو ته ما داسې سندرې پرېخودې وې, 

او د وخت ښه غزل به دا وي چې 

په لاسونو باندې ګرځم او په خپو باندې خوارک کوم

غوګونو باندې ګورمه او سترګو باندې اورمه , او داسې دا د ښه جي نه جي , صاحبه پيره او داسې نور نور , 

تفصلي ليک مې غوختو چې وکړم خو مطاليه راته پاتې ده لکه د کتاب ژوند .  تذکره ستاريه, تسخير کائنات.  او انساني انا و پوهه, اوداسې نور او ورسره مې د خپلې دويمې شعري مجموعې کره کتنه هم پاتې ده که ژوند وو نور ليک به بيا څه موده پس, 

يا دلته او يا د يو کتاب په صورت کې وړاندې کوم

چې په هغې کې به زما ذاتي رایې هم په کثرت سره شاملې وي, 

 

۲ـ  جامونه د زم زم:

 سفرنامه د ايازالله ترکزي

تبصره : واجد ودان خليل

 

 

 جامونه د زم زم ،  زما په نظر کې 

 

د ادب د نورو صنفونو په شان سفرنامه هم يو ډېر زوړ صنف دی چې په نړيوال ادب کې ډېر ارزښت لري ،  سفر نامه يو دستاويزي حيثيت لري،  مورخ او جغرافيه دان د سفرنامو په رڼا کې د يو ملک يا د يوي سيمې سماجي ،  سياسي ،  معاشي او معاشرتي حالت مرتب کوي، 

پښتو ادب ته سفرنامه ډېره وروستو راغلې ده ،  له بده مرغه سفر نامې له هغه توجه ورنه کړی شوه د کومې چې دا صنف حقدار وه،  هم دغه وجه ده چې پښتو سفرنامه اوس هم په خړپوسو ده، 

وخت په وخت ليکوال راپاڅېدلي او خپل قلمي زيار یې پښتو ادب ته پيئرزو کړی دی،  د ليک او تخليق دا سفرلا ولاړ نه دی،  “جامونه د زم زم” د ښاغلې اياز الله ترکزي سفرنامه ده چې د حج د مقدس سفرحال احوال پکې بيان شوی دی، 

د دې کتاب ټرون مصنف د خپل مور او پلار په سپېڅلو نومونو کړی دی ،  دې سره سره یې دا قيمتي کتاب نوميالي ليکوال او سفر ګر سيد صابر شاه صابر صېب ته په دې لفظونو ډالۍ کړی دی،  زه دا خپله سفرنامه د پښتو ژبې نوموړي سفرنامه نګار ،  اديب او شاعر محترم ملګري او استاد صابر شاه صابر ته په ډېره مينه ډالۍ کوم، 

لوړ نقاد او محقق سميع الدين ارمان او نوموړي سفرګر محترم سيد چراغ حسين شاه پرې ډېر مفصل او ګټور ليکونه کړي دي ،  د دې سفر نامې د نوم په حقله اياز الله ترکزی په خپلو خبرو کې ليکي چې د دې سفرنامې د ليکلونه پس ماته د دې د نوم ډېره زياته ستونزه وه ځکه چې ما نه غوښتل چې د دې نوم دې عام غوندې وي،  مثلاً د حج سفر ،  د حج سفر نامه يا د پېښور نه تر سعودي عرب وغيره ،  ما غوښتل چې نوم يو انفراديت ولري،  دا کار زما د تره زوی بلال احمد داسې حل کړو چې ماته یې تقريباً يو درځن نومونه په ميسج کې راوليږل چې ما پکې دا نوم “جامونه د زم زم” خوښ کړو، 

د يو ملک يا علاقې د سترګو ليدلی حال قلم ته سپارل سفرنامه نه ده بلکې ورسره چې خپل جذبات ،  احساسات او داخلي کيفيات هم په خوږه ،   پسته او زړه راښکونکي انداز کې بيان شي نو  هله ورته د يوې ښه او کاميابې فن پارې سند ورکړی شي، 

“د حجاز په لور” د حمزه بابا د وړومبي دور هغه کاميابه  سفرنامه ده چې فني او تکنيکي لحاظ سره په هر اړخ مکمله سفرنامه ده ،  د دې سفرنامې لوی صفت دا دی چې مصنف ځائی په ځائی خپل تاثرات وړاندې کړي دي ،  چې کوم کيفيات یې په زړه کې راپورته شوي دي هغه یې د تعجب او تجسس نه ډکو جذباتو کې ليکلي دي، 

د حمزه بابا سره سم او وروستو ګڼو ليکوالو په دې صنف طبع ازمایيلي ده خو په دې ټولو کې صابر شاه صابر صېب هغه نوميالی ليکوال دی چا چې تر دې دمه اته سفرنامې د پښتو منثور ادب په جولۍ کې اچولي دې،  د دویي د ځنو سفرنامو نومونه دا دي،  روځې ته تګ راتګ ،  د مري نه مکې ته ،  د نورو نوښاريو کې ،  دوه لوی سفرونه ،  د پښتونخوا سېل او سفر ،  د لوی کور سفر او د ميدان ښار سفر، 

پورته ذکر شو و سفرنامو کې وړومبۍ درې سفرنامې زما د نظر نه وتې دې ،  انداز بيان یې ساده روبرحبسته دی ،  ژبه یې پسته او شيرينه ده ،  د مزاح چاشني هم لري ،  لنډه دا چې دا ټولې سفرنامې د اعلي معيار غوره نمونې دې، 

څنګه چې ښاغلي اياز الله ترکزي د خپلې سفرنامې د نوم په انتخاب کې ډېر زيار کړی دی نو دغسې په ليک کې یې هم د ډېر احتياط نه کار اخستی دی ،  دویي تر خپله وسه کوشش کړی دی چې د دویي دا سفرنامه د حج د نورو سفرنامو په شان روايتي انداز کې ونه ليکلی شي بلکې ځان له بيل شناخت او منفرد مقام اګټې، 

هم دغه دوجه ده چې په ډېره خوږه ،  پسته او عام فهمه ژبه یې هر څه بيان کړي دي،  تش د سترګو ليدلۍ حال بيانولو باندې یې اکتفا نه ده کړې بلکې د يو محقق انداز یې خپل کړی دی، 

 ډاکټر نګاه حسين نګاه د دې سفرنامې پحقله وایي چې “د اياز الله ترکزي د سفرنامي انفراديت دا دی چې مصنف پټ تحقيق کړی دی ،  هر څو که دا معلومات د تاريخ او سيرت په کتابونو کې شتون لرې خو د سفر نامې په صنف کې دا هر څه بيا ډېر ګټور ثابتېږي ،  موصوف د کتابونو په حواله تاريخيي او معاشرتي پټ تحقيق کړی دی کوم چې زما زړه ته پريوتو او ټوله سفرنامه لوستو باندې یې مجبور کړم، 

د ډاکټر صېب د خبرو په رڼا کې مونږ دا ویيلی شو چې جامونه د زم زم د جديد دور د سفرنامې ټول لوازمات او شرطونه پوره کوي بلکي يو ځانګړی اسلوب او انفراديت هم لري، 

چراغ حسين شاه صېب د “درېم حج” د عنوان د لاندې په خپله سريزه کې ليکي چې مصنف لوستونکی د لاس نه ونيسي او د عمرې او د حج ټول ارکان او فرائض د ادا کولو سره یې ورو ورو مخ په وړانډي بوځي ،  په لاره ورته د ضروري معلوماتو،  تفصيلاتو ،  احساساتو او کيفياتو بيان په ډېره خوږه او اسانه ژبه کوي نو ځکه زه دا وايم چې دا په عالم تصور زما دريم حج دی، 

دې حج نامه کې د بيان رواني ،  سلاست ،  سادګي ،  د ژبې خوږ والی او د معلوماتو فراواني ده ،  دغه شان مخکې ليکي چې “دې مسوده کې د سفر نامې ټول لوازمات لکه د سفر حقيقت نګاري ،  د مشاهدې قوت ،  منظر کشي ،  د معلوماتو زياتوالی ،  جذیيات نګاري ،  د واقعاتو چابين ،  تجسس ،  د داخليت او خارجيت ګډون او د عشق وارفتګي هر څه شته”

 

۳ـ  ديدار حرمين شريفين:

 سفرنامه د هدايت الله عامر

 

تبصره: سکندر خان سکندر 

 

                                  ادب يو داسې لفظ دی  چې ډېرې معنې لري.هغه ليکنې چې د انساني احساساتو ،  افکارو او خيالاتو ترجماني کوي دې ته هم ادب وايي او تهذيب ، احترام او لحاظ ته هم ادب وايي. ادب د ژوند تفسير دی چې د ژوند عکاسي کوي. چې څنګه ژوند وي هم هغسې ادب تخليق کېږي.    داستان،  ناول،  افسانه، شاعري، خاکه نګاري، مقاله،  مضمون وغېره ته ادب او تخليق کونکي ادب وايي. زما خوږ ملګری هدايت الله عامر په دا دواړه تعريفونو پوره پرېوځي. هغه که د ليکنې په بنياد وي،  او که د تهذيب، لحاظ او د احترام  اساس وي. 

ننی دور د کار او زيار دور دی،  نور وخت په خبرو نه تېرېږي او چې چا تېر کړی دی د هغوي بده نتيجه وخت يعني مونږ ته ورسېده او مونږ د نورو  سيمو د ليکوالانو په نسبت ډېر شاته پاتې شوو.له بده مرغه زمونږ ليکوالان تش غزل پېژني د پښتو ادب د خپلو صنفونو لکه داستان، چاربيته او د سندرې نه خو خبر هم نه دي. مشاعرې کول ننی شاعر د ادب پوره پوره خدمت ګڼي.حالانکه دا د ادب يو معمولي خدمت دی. ډېرې غټې غټې ټولنې هم چېرې په مياشت دوه کې په غزل تنقيد وکړي. اکثر ټولنې د دغه تنقيدي نشستونو رودادونه هم قلم ته نه سپاري، او دغسې ډېر علمي او ګټور بحثونه په هوا کې تحليل شي. پښتو سپوږمۍ ادبي ټولنې بنو د چا چې مشر سېکتر هدايت الله عامر دی،  د ده په کوششونو او د مشرانو په تاکيد او تایيد په وړومبي ځل لېکچري، او تنقيدي غونډې پېل کړې اول يې مذاکراتي غونډې وکړې او د يو کال دپاره يې موضوعات ترتيب کړل،  لېکچر ورکولو دپاره يې د ښو ښو پوهه لرونکو شاعرانو اديبانو انتخاب وکړو .هر لېکچر باقاعده ريکارډ کړی شه او په رجسټر کې هم محفوظ کړی شه. او داسې دا ترتيب هر کال د نويو ټاکنو نه شاته ترتيبول روايات وګرځېدل. د خدای په فضل ټولنه اوس د لېکچرونو او عامو تنقيدي رودادونو بېل بېل زخيم کتابي مواد لري او د چاپ پخه اراده هم. د هرې غونډې رپور او پوره روداد هم په فېس بک خپروي او اخبارونو رسالو ته يې هم ليګي. د دې ټولنې په تقليد کې نورې ټولنې هم څکې شوې او کار يې پېل کړو. ورپسې يې بيا د خپلو مشرانو په تایيد او تاکيد په يوه داسې منفرده تذکره لاس پورې کړو چې په هغه کې هر ملګري په خپل بل ملګري مقاله ليکلې ده،  او په دغه تذکره کې د نظم فقط درې درې نمونې شاملې کړې شوې دي. د دغې تذکرې نوم پلوشې د سپوږمۍ دی. بقول سليم راز صاحب چې بنو ته د ثاقب صاحب کتاب ، ،  څراغ ، ،  مخکتنې ته راغلی وه،  او هغه سره ما په دغه موضوع خبره کړې وه. هغوي وویيل چې د دغه نوعيت بله تذکره زما له نظره نه ده تېره شوې. د دغې ښکلې او منفردې تذکرې مرتب هدايت الله عامر دی. موصوف په اول ځل په کال ۲۰۱۳ء کې د ټولې پښتونخوا نعتيه کلام راغونډ کړو او د ، ، ثنا خوان د محمد، ص، ،  په نوم يې کتابي صورت ورکړو،  کوم چې په کال ۲۰۱۵ء کې سيرت اېوارډ وګاټه او د هغه وخت صدر،  محترم ممنون حسېن په خپل لاس هدايت الله  عامر ته اېوارډ ورکړو. د اېوارډ سره نغد انعام او له پېښوره تر اسلام اباده د جاز ټکټ هم شامل وه - عامر هغه خواري کښ ځوان شاعر او اديب دی چې يو وخت هم فارغ نه کېني،  په څه نه څه ادبي تخليقي کار کې بوخت وي. په سيرت النبي ص،  يې هم ډېر کار کړی دی او لږ پاته دی.د مقاله به هم ډېره زر چاپ ته وسپاري. د سيرت النبي ص،  د ذکر سره به تاسو اندازه لګولې وي چې عامر يو علم دوست، او نېک انسان دی. پنځه وخته لمونځ ګذار او د قران حافظ دی.ديني علم يې هم تر لاسه کړی دی. او په پښتو ادب کې يې ماسټر ډګري هم تر لاسه کړې ده او اوس د اېم فِل کولو په تکل کې دی.عامر يو ديانت دار ، ديندار او خود دار پښتون دی. د عربو مسافر ملګري شاعران خپلې مسودې موصوف ته راليږي. دی ورته فلېپونه، سېريزې،  او مقالې هم ليکي او د چاپ ذمورۍ يې هم ترسره کوي. دا ټول کارونه عامر ډېر په ذمورۍ او ايماندارۍ سره ترسره کوي. هدايت الله عامر يو ښه افسانه نګار هم دی ما يې يو څو د پښتو افسانې لوستې دي او ډېرې مې خوښې شوې دي. دوه د اردو افسانې يې د عاقل عبيد خېلوي په افسانوي تذکره کې هم چاپ دي. هسې خو  منثور ادب په دوه برخو وېشلی شوی دی يو افسانوي او بل غېر افسانوي ادب دی په افسانوي ادب کې ناول، داستان،  لنډه قيصه او ډرامه  او په غېر افسانوي ادب کې مضمون، تکل،  سوانح عمري، سفر نامه،  رپورتاژ او خاکه شامل دي.                                زما ګران ملګری هدايت الله عامر اوس نژدې د خپلې مور بي بي سره يو ځای د عمرې د سعادت د حصول دپاره مکې معظمې او مدينې منورې ته تلی وه.حج او عمره د ټولو عبادتونو نه په جسماني لحاظ ستړی عبادت دی خو دا د موصوف همت وه چې د عمرې په دوران د خپلو ټولو مناسکو ادا کولو سره سره يې د خپلې زړې او بيمارې مور د خدمت ذمورۍ هم ښې په شوق سره وپللې. او د ، ، ديدارِ حرمېن شريفېن، ،  په نوم يې ډېره ښکلې سفرنامه هم تحرير کړه.چې ډېر د ستاينې وړ کار او ده ته د داد ورکولو موجب دی. افسانه د يوه سېل کونکي هغې بيان ته وايي چې د يوه ملک ،  د يوې علاقې د سفر په دوران څه وويني،  هغه وليکي.لکه د هغه ځای  محلِ وقوع، زراعت ، تاريخي ځايونه، د خلقو د مېلماستيا انداز،   حدودِ اربعه، يا د هغه ځای د غرونو ، ځنګلونو حال وغېره.خو شرط به په کې دا وي چې په دغه ليک به د ایينده يعني د مستقبل سيوره پرېوتو ته نه پرېږدي،  بلکې چې څه وويني فقط هغه به ليکي:

   د سفرنامې د دې پورتني تعريف په تناظر کې که مونږ وګورو،  نو عامر د سفر نامې په ليکلو کې کامياب ښکاري. دلته زه تاسو ته د موصوف د سفرنامې نه يو اقتباس رانقل کوم. په منى کې مې ډېرې زياتې غېر ابادې خېمې وليدې،  د حج په دوران په دې خېمو کې يوه هم تشه نه وي . غارِ حرا د مکې سره نژدی دی. که څه هم د جبلِ نور د غونډي دپاسه شتون نه لري ولې بيا هم ورتلو دپاره شپېته اويا ميټره مسافت لري.کله چې نشېب شروع شي بيا هلته بره لار ختلې ده او هم هلته غارِ حرا دی. غارِ حرا د جبلِ نور د ننه نه بلکې يو طرف ته د خېمې په څير شتون لري. لږ بهر لوري ته راوتلی دی . کم از کم نيم ميټر غټې او دوه ميټره پلنې او درې څلور ميټره اوږدې د کاڼو تختې د غره سره قدرتي لګېدلې دي .اوږدواله يې پاو باندې دوه ميټره او اوچت والې يې داسې دی چې مخکې ځی نو ورو ورو کمېږي .    

  د موصوف د سفر نامې په حقله ویيلی شم چې که چېرې يو کس په وړومبي ځل حج يا عمرې ته ځي نو دا سفر نامه د ده تر ډېره حده رهنمايي کولی شي.لوستونکي ته مناسکِ حج هم ورښايي او تاريخي ځايونه هم ور په ګوته کوي. لارې ګودرې هم ورته ښايي او نور ډېر علمي او دنيوي معلومات هم. 

الله دې هدايت الله عامر ته لوی ژوند سره د نېکو عملونو نصيب کړي چې د پښتو ادب خدمت نور په خلاص مټ وکړی شي. د موصوف دا د سفرنامې کتاب په دوه سوه اوويشت مخونو مشتمل دی. په شاپاڼه يې د رواياتو برخلاف د اعجاز سوراني صاحب او اسير منګل صاحب دواړو ډېر په زړه پورې ليکلي فلېپونه لګېدلي دي. د کتاب د دننه هم دوه نورې د فراز پيرزاده صاحب او بشير احمدزۍ صاحب فلېپ ليکنې موجودې دي. په دغه سفر نامه مقالې د ډاکټر طارق دانش،  سکندر خان سکندر ،  مفتي محمد طلحى،  اقبال حسرت، او د هدايت الله عامر خپلې خبرې شاملې دي.