د پښتو ادبیاتو معاصره دوره (۳۳)
ویشنه: پښتو ادبیات
لیکوال: دکتور محمد داود وفا
د پښتو ادبیاتو معاصره دوره
فکري بدلون پړاو
۳۳مه برخه
ادبي انځور لیکنه (خاکې)
ادبي انځور د یوه لیکوال له خوا د بل کس لیکوال یا عادي شخص په اړه دهغه ادبي پېژندګلوي ده، چې په خوږه، لطیفه او هنري ژبه لیکل کیږي. ادبي انځور معمولا په نثر لیکل کیږي، خو په نظم کې هم کېدی شي. پېښوري پښتانه یې د اوردو ژبو غوندې خاکه بولي.
ادبي انځور د لیکوال تشه پېژندګلوي نه وي او نه په کې دا مهمه ده، چې د اړونده شخص د زوکړې ځای، نېټه او یا د زده کړې ځای ځایګی مشخص کړي. بلکې د یو تن په اړه د هغه د ژوندنیو مهمو عاداتو او ځانګړتیاوو ښودانه ده، چې یوازې مهمې برخې او یا یوازې یوه برخه چې لیکونکي ته مهمه وي، تشرېح کوي. ادبي انځور د یوه شخص ټولې ځانګړتیاوې نه راښيي، بلکې مهمې یې راښيي، ټولې ځانګړتیاوې په هغه وخت کې اهمیت لري، چې هدف د یوه شخص سراسري پېژندنه وي. خو هرکله داسې نه وي. ادبي انځور کېدی شي، په یوه پرګراف یا څو جملو کې ولیکل شي او کېدی شي، په ډېرو مخونو او پاڼو کې. هر ادبي انځور ارومرو یو پیغام لري او یوازې هغه برخې په کې لیکل کیږي، چې مثبت پیغام یې لیکونکي درک کړای شي.
په پښتو ژبه کې ادبي انځور لیکنه آن له خوشال خان خټک نه رانښلي. ده په نظم کې د خپلې کورنۍ غړي، اورنګزېب پاچا او ځينې نور راپېژندلي. دغه رازد رحمان بابا په دېوان کې هم د ادبي انځور اړوند ځينې بیتونه مومو. وروسته پیر محمد کاکړ، معز الله خان مومند، علي خان، مېرزا حنان بارکزي او ګڼو نورو شاعرانو داسې بیتونه او پوره غزلې لیکلي، چې د شخصیاتو مثبته او منفي پېژندنه وړاندې کوي. خو په شلمه پېړۍ کې په نثر کې لومړی ځل ادبي انځور د قاضي عبدالحلیم اثر افغاني له خوا د عبدالخالق خلیق په باب لیکل شوې، چې په ۱۹۴۹م کال خپور شوی او وروسته د ارواښاد خلیق په یوه اثر« زه او زما زمانه» کې هم خپور دی. دغه راز په همدې کال صنوبرحسېن کاکاجي د پيرمحمد ایوب شاه په باب یوه خاکه لیکلې وه، چې په پیل کې یې راغلي « ... د ۱۹۴۹م کال دژمي یخې شپې دي، موسم ډېر یخ دی، زه د قیصه خوانۍ په یوه بالاخانه کې ناست یم او....». دا خاکه په ۱۹۵۲م کال کې په اسلم اخبار کې خپره شوې، خود لیکنې کال یې ۱۹۴۹م دی.
تر دې وروسته، بيرسټر میا احمدشاه « د عبدالغفور خان او ایاز داودزي خاکې» او دعبدالله جان مغموم خاکه « سمندر زما په نظرکې» د ادبي انځور لومړنۍ بیلګې ګڼل کیږي.په همدې وخت کې قمر راهي د ډاکټر عبدالغفار عامل په نامه ادبي انځور لیکلی، اواسرار د طورو په حافظ محمد ادریس خاکه لیکلې. قمر راهي له مردان نه د قند په نامه په خپرېدونکې مجله کې د بېلابېلو لیکوالو لنډې خاکې هم لیکلي او خپرې کړي، چې وروسته د کرښې په نامه په کتابي بڼه هم چاپ دي.
د پښتونخو په لیکوالو کې: قمر راهي، لطیف وهمي، قلندر مومند، همېش خلیل، میر مهدي شاه مهدي، ولي محمد طوفان، ایوب صابر، ایاز داودزی، پروفیسر افضل رضا، عبدالواحد قلندر، اقبال کوثر، صاحبزاده حمیدالله د پښين.صاحبزاده فیضي، سلطان محمد صابر، رشيد علي دهقان، سید خیر محمد عارف، ډاکټر محمد اعظم اعظم، عبدالخالق نسیم، عبدالکریم بریالی، مراد شینواری او نورو ادبي انځورونه لیکلي دي.
په اوسني افغانستان کې ګل پاچا الفت، پوهاند عبدالحی حبیبي، عبدالرووف بېنوا، قیام الدین خادم، پوهاند عبدالشکور رشاد د معاصرې ادبي دورې په لومړي او دویم پړاو کې ادبي انځورونه لیکلي، خو ځانګړې ټولګې یې نه دي خپرې شوي.
د پښتو ادبي انځور لومړۍ ټولګه له کوټې خپره شوې، چې « ادبي خاکې او نور» نومیږي. لیکوال یې صاحبزاده حمیدالله د پښين دی. دا کتاب په ۱۹۷۵م کې خپور شوی.
د پښتو معاصر ادبي تاریخ په څلورم پړاو کې دغو لاندې لیکوالو خاکې لیکلي:
ډاکټر اسرار، حبیب الله رفیع، ډاکټر چراغ حسېن شاه، سعید ګوهر، سلیم راز، حیران خټک، ډاکټر دروېش، نورالبشر نوید، روښان یوسفزی، محب وزیر، همایون همدرد، حنیف خلیل، زوبیر حسرت، صاحبزاده رازق نور، مشتاق مجروح یوسفزی، پروفیسر محمد همایون هما، محمد اصف صمیم، زرین انځور، اجمل ښکلی، نورولي سعید شینواری او نور
:د ادبي انځور خپرې شوې ټولګې
په پښتو ژبه کې بیا هم ادبي انځور دومره نه دی لیکل شوی، څومره چې په نورو ژانرونو کې پرمختګ شوی. بیا هم کوم کتابونه چې په ځانګړي ډول چاپ دي، دادي:
نقشونه: ډاکټر محمد زوبیر حسرت، ۱۹۹۹م پېښور
تنقیدي کرښې( یوه برخه) : سلیم راز ۱۹۹۹م پېښور
ښکلي ښکلي خلق: پروفیسر محمد همایون هما، ۲۰۰۰م پېښور
کرښې: قمر راهي، ۲۰۰۴م پېښور
زندان خوړلي ادیبان: حبیب الله رفیع ۲۰۰۶م کابل
سرې غونچې: اجمل خټک ۲۰۱۴م، پېښور
عبدالحلیم اثرافغاني
قاضي عبدالحلیم اثر افغاني د سید کریم سالارزي فتح خانخېل زوی په ۱۹۱۰م د جولای میاشتې په دولسمه نېټه د پښتونخوا د مردان په شاړو شا سیمه کې زیږېدلی، خو کورنۍ یې له باجوړ نه دغه ځای ته کډه شوې وه. ده لومړنۍ زده کړې یې په مردان کې په خصوصي توګه کړي او بیا یې د پيرنګیانو خلاف په سیاسي مبارزو کې برخه اخیستې ده.
په پیل کې د باچاخان تر مشرۍ لاندې په خدايي خدمتګارو کې و، خو وروسته بیا په ۱۹۳۶م کې جمعیت العما او په ۱۹۴۰م کې مسلم لیګ ګوند ته لاړ. په « سرحد» اخبارکې د پښتو برخې مدیر و. بیا د « خلاصة الاخبار» مدیر شو او ورپسې یې د « انصاف» په نامه اخبار تاسیس کړ، چې پر چلوونې سربېره به ده په خپل لاس خطاطي کاوه.
اثر صیب شاعر، لیکوال او محقق دی. په پښتو ژبه یې وړومبی ادبي انځور(خاکه) د عبدالخالق خلیق په اړه لیکلې او په خپل اخبار انصاف کې یې په ۱۹۴۹م مۍ میاشت کې چاپ کړی دی. دده د ادبي انځورونو کوم ځانګړی کتاب نه دی خپور شوی، خو د پښتو ادب په نورو برخو کې یې ځينې نامتو اثار دادي:
روحاني رابطه او روحاني تړون( تذکره)/ سیرت النبي/ سیرت د پاک رسول/ تذکره سید افغاني/ د قاید اعظم د ژوند قیصه/ تېر هېر شاعران(تذکره)/ زموږ مجاهدین(تذکره)/ بال جبریل( دعلامه اقبال د کتاب پښتو منظومه ژباړه)/باغ و بهار (پښتو راټولې کړې چاربیتی)/تاریخ سوات/ پښتون/ پښتونخوا/ ګندهارا/ د پښتو ژبې عوامي ادب/ زما خطونه/ پښتانه شاعران( دوه ټوکه/ فیوضات مدني(اوردو) او په اوردو ژبه یو شمېر نور نا چاپ اثار.
که څه هم قاضي عبدالحلیم اثر د پښتو معاصرې ادبي دورې د لومړي او دویم پړاوونو په لیکوالو کې باید یاد شي، خو داچې په مخکنیو ادبي تاریخونو کې یې د اثارو نمونې نه شته او په اوسني کچ و مېچ د پښتو ادبي انځور لیکنې لومړنی لیکوال ګڼل شوی، نو دلته یې په څلورم پړاو کې له معرفۍ سره یوځای د لیکلې خاکې نمونه هم وړاندې کوو:
د عبدالخالق خلیق پېژندګلو
نوم: عبدالخالق، تخلص خلیق، د والد صاحب نوم یې حافظ عبدالحق په خټه خټک پښتون، مقام د اوسېدو یې تر کال ۱۹۴۷م پورې مانکي شریف، وروستو پېښور ښار، پېشه یې په کلي کې طبابت، پېښور کې د کتابونو او سټېشنرۍ تجارت.
عمر: خلیق صاحب په هر لحاظ سره یو منځومانه (میانه حاله) سړی دی. د عمر په لحاظ بلکل درمیانه دی، نه داسې قجیرزلمی دی، لکه سید فریدالله شاه ډیپټي، چې د ګودر جینکۍ یې په سندرو کې ستايي او نه داسې خلاص بوډا دی، لکه خان اعلی محمد زمان خان د اکوړي، چې د پخوانو یادګار ګڼلی شي.
قد: قد قامت یې هم درمیانه دی. نه دومره لوړ دی، لکه باچا خان چې په جلوس کې روان وي، نو ته به وایې په اس سور دی، نه داسې مندری دی، لکه عبدالمالک استاد د چارسدې چې د شا د طرف نه د دولس کالو ماشوم ښکاري.
جسامت: په وجود هم در میانه غټ دی. نه دومره پېړ او څورب دی لکه د خان عبدالمجید خان د کافور ډېرۍ، چې ټانګې والا ورته په دې وینا مجبور وي، چې خان! په یوه پيره خو دې نه شم وړی، البته په دوو پيرو کې به دې یوسم او نه داسې نری نر وچکی دی لکه فضل حق شیدا، چې همېشه لارۍ والا ته وايي، چې ماله نیم ټیکټ راکړه، ځکه چې زه د نیم سړي ځای نیسم.
رنګ: رنګ یې میانه حاله سپین دی. نه داسې سور سپین دی، لکه قاضي عیسی د بلوچستان چې خلک ورته قاضي ټماټر وايي او نه داسې تور دی لکه بشیر لاله چې خلک یې د افریقې حبشي ګڼي.
ږیره: ږیره یې ساتلې ده، خو هغه هم درمیانه. دومره پلنه او غټه ږیره یې هم نه ده لکه د قاضي عبدالحکیم د ځلوزو چې صرف په ږیره پېژندی شي او داسې په مونډ مونډ کې یې هم نه وهي لکه د میاجعفر شاه چې ته به وایې د ږیرې پېښې کوي.
اواز: اواز یې تر مناسب حده اوچت دی، داسې ګړنګ اواز هم نه لري، لکه د عبدالقیوم خان وزیراعظم چې لاوډ سپېکر ته یې ضرورت نه وي خو داسې کمزوری اواز یې هم نه دی، لکه د حمزه صاحب شینواري، چې بغیر لاوډ سپېکر نه هډو اورېدی نه شي.
رفتار: د تللو سپيډ یې هم منځومانه دی. نه دومره چاق چاق تلل کوي لکه د مازارې میا عبدالله صاحب، چې ته به وایې اشنا د الوتلو تکل کوي خو داسې ورو ورو هم نه ځي لکه د عبدالروف بېنوا د افغانستان چې ته به وایې د زمکې کچ ورته حواله شوی دی.
لباس: لباس هم دغه د پېښور، مردان د عامو پښتنو جامې اغوندي، نه داسې اپټوډیټ دی لکه د میاسید رسول رسا چې مخ لاس وروستو وینځي او کالر ټايي اول تړي، خواسې قدامت پسند هم نه دی لکه د خوېشکو د ملک عبدالرحمان چې ددې شلمې صدۍ په مینځنۍ زمانه کې هم د دولس ګزو پرتوګ او اتو ګزو خلکه اغوندي.
صفايي: د مناسب صفايي عادي دی. خو دومره په عذاب هم نه دی لکه د مولانا عبدالقادر چې دوه ګېنټې په غسلخانه کې تېروي او داسې پواړ هم نه دی لکه د خادم صاحب چې شپږ میاشتې نوکونه هم نه اخلي.
دینداري: د مانځه اوداسه پابند دی. خو داسې بې ارامه هم نه دی، لکه سمندر صاحب د بدرښو چې په روانه مشاعره کې څادر وغوړوي، په مانځه ودرېږي او داسې د مانځه نه یې قسم هم نه دی کړی لکه د اکبرشاه وکیل د بدرښو چې چرته په جماعت کې جلسه وي نو د مانځه په وخت دی غسل خانې ته ننوزي.
سیاسي خیالات: د سیاسي معاملو سره تر مناسبه حده دلچسپي لري، خو داسې انتها پسند هم نه دی لکه د ارباب عبدالغفورخان، چې د هر حکومت مخالفت قومي خدمت ګڼي. او داسې جي حضوري هم نه دی لکه د حاجي فلاني صاحب چې دهرې کرسۍ خاوند ته به خان وايي، که ماسټر عبدالکریم ولې نه وي.
نام و نمود: د نوم ناموس شوق لري، خو تر معتدله حده، داسې ډېر په عذاب هم نه دی، لکه د مولانا محمد شعیب او مولانا مدرارالله چې په اخبار کې به خپل نومونه روزانه راولي، ضرورت یې وي که نه وي. خو داسې په ګمنامۍ هم نه دی خوښ، لکه د لغمان استاد چې تراوسه یې نه چاته نوم اوښودلو او نه خپل کلی ولس.
علمیت: تر یو مناسب حده تعلیمیافته دی، خو دومره لوی عالم او فاضل هم نه دی، لکه دعلامه مشرقي چې درې کرښې خو د هغه په ډګرو ډکې شي، مګر داسې کم علمه هم نه دی لکه د سبزعلي جان استاد چې مخ ته یې تش کاغذ نیولی وي او شعرونه په یادو وايي.
مالي حیثیت: څه قدر مالدار دی، ګوزاره یې ښه ده، خو دومره دولت من هم نه دی، لکه د خان بهادرمیا فیروزشاه چې د خپل دولت اندازه ترې خطا شوې ده او داسې پکړ هم نه دی لکه د چاچا چې دوستان ورته لار پرېږدي چې قرض رانه ونه غواړي.
خط: خط یې ښه دی، خوشخط ګڼلی شي. خو داسې ډېر د خوشخطۍ کوشش هم نه کوي، لکه د ماسټر ګل دراز چې ته به وایې چاپ ته یې لیکي. او دومره بد خطه هم نه دی، لکه د خانمیر هلالي چې څه ولیکي، نو په خپله پرې هم نه پوهیږي او بل پرې هم نه پوهیږي.
شاعري: د شاعرانو، ادیبانو په قطار کې شمېرلی شي، خو دومره اوچته شاعري هم نه کوي، لکه د عبدالاکبرخان اکبر، چې د مفهوم دپاره به یې استاد نیسې. او داسې پرېوتې شاعري هم نه کوي، لکه هغه بله ورځ په ريډيو کې چا نعت وی چې: اول یار یې دی صدیق – معلوم دی ماته ټيک
د مجلس طریقه: خبرې اترې هم په مناسبه طریقه کوي. خپله کوي او دبل اوري. داسې هیبت هم نه وي اخستی، لکه د محمد نواز خان خټک چې ستا خبره به په نیمه کې ووهي، دی به خپله خبره شروع کړي او داسې خاموشي هم نه خوښوي لکه د ګل باچا الفت د کابل چې ته به ورته خبرې کوې، دی به درته شهید ناست وي.
خوراک: د خوړلو په معامله کې هم میانه حاله دی. دومره ډېر بلا نوش هم نه دی لکه د سردار اورنګزېب خان چې دیو ګډ نه یې نیت تېر وي او داسې کم خوراکه هم نه دی لکه د سوات د مشر بادشاه صاحب چې په تولو ماسو ګوزاره کوي.
قمر راهي
قمر راهي د عبدالحکیم خان زوی په ۱۹۲۴م کال د ډېسمبر په ۱۵مه نېټه د یوسفزیو د کمالزو تپې په سدوخېلو کې زیږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه کې کړي او په آرټ کې یې BA کړې ده. تر زده کړو وروسته په مردان شوګر ملز( دبورې فابریکه) کې په دنده وټاکل شو، په دې میل کې د «قند» په نامه یوه مجله هم خپرېده، چې په ۱۹۵۷م کال یې دی مدیر شو. په ۱۹۶۲م کې دا مجله د مالي ستونزو له وجې بنده شوه او په ۱۹۷۱م کې بیا پیل شوه. خو په ۱۹۷۶م کې کله چې راهي صیب دنده پرېښوده، دا مجله هم بنده شوه.
اثار: څېره(شاعري)/کرښې( لنډې ادبي خاکې)/ ځلا ( د راهي د معرا نظمونو او ایاز داودزي د خطونو مجموعه/ستوري او پلوشې( شعري مجموعه او د ایاز داودزي خطونه).
په دغو کې «کرښې» داسې یو کتاب دی، چې لنډې ادبي خاکې په کې راغلي. دا خاکې د قند مجلې د خپراوي په وخت د بېلابېلو معاصرو پښتو شاعرانو او لیکوالو په اړه لیکل شوي او په قند کې خپرې شوي، چې وروسته ترې دا مجموعه جوړه شوې، خو ددې مجموعې په پای کې څو تنه تر ۲۰۰۰م کال وروسته په کې ورزیات شوي. د قمر راهي د خاکو ژبه ښکلې ادبي او هنري جملې لري او په لنډو ټکو کې یې لوی شخصیتونه په ښایسته ژبه معرفي کړي، ددوی عادتونه او مهمې برخې یې لیکلي. که څه هم د کرښې کتاب ټولې خاکې پوره خاکې نه دي او ځينې یې ډېرې لنډې دي. خو بیا هم په ادبي انځور (خاکو) کې ګڼل کېدی شي. دلته د پرېشان خټک په اړه د کرښې کتاب وروستۍ خاکه چې په ۲۰۰۴م کې لیکل شوې راخلو:
پرېشان خټک
د پښتو د کیشتۍ یو داسې سنګاوڼ چې په سختو توپانونو کې یې نه ځان ماتېدو ته پرېښی دی او نه کیشتۍ ډوبېدو ته. پرېشان خټک ما چرې هم پرېشان نه دی لیدلی. د هغه په شونډو خوږه موسکا خوره وي. د کله نه چې هغه د غمي جان نه پرېشان خټک شوی دی، نو د هغه ايکي یوه پرېشاني د پښتو په حقله ما هر وخت محسوس کړې ده، چې د پښتو ژبې او ادب د ودې او پرمختګ په حقله ده. هغه یو ډېر فیاض او سخي فنکار دی. ما دهغه د غه فیاضي یو ځل نیم په خپلو سترګو اتفاقا لیدلې هم ده. د کمزورو او بېوزله لیکوالو داسې مدد کوي، چې یو لاس نه بل لاس څه، چې شاید خپل لاس یې هم نه خبریږي. هغه یو داسې وضعه دار مېلمه دوست پښتون ادیب دی، که یې مېلمه له ځان حلالولی شوی، نو شاید چې په دې یې هم سرپه نه وی کړی. او نن چې د پښتو ژبې کیشتۍ یو ځل بیا د سختو توپانونو سره په مخ ده، نو هغه په زوړ عمر او بیمار وجود هم ددغې کيشتۍ د بچ کولو دپاره لګیا دی هلی ځلې کوي. د نوي کول بلا زلمي د هغه د علم او فضل نه لا تراوسه مستفید کیږي.
دهغه یوه خوشبختي دا هم ده، چې د هغه د ژوند په ټولو هلو ځلو کې هغه ته د خپل ورور پوردل خان خټک مرسته او تعاون حاصل و او شاید دغه وجه وه، چې هغه خپل ټول خلوص، مینه، د لهجې شېریني، هغه ته داسې منتقل کړې ده، چې ما ته دا ګرانه شي چې کوم پرېشان دی او کوم پوردل خان؟
پوردل خان خټک په خپله یو لوی ستر ادیب، محقق دی. دواړو کې دومره مینه او خلوص دی، چې زه که د لاحقو او سابقو سره بلد وی، نو شاید چې په موجوده لغت کې مې داسې لاحقه یا سابقه نه وی موندی، چې مې دوی سره لګولی وی.
کله نا کله زه د لهجې دې شېرینۍ ته حیران شم، چې اخر د دونیا جهان دا خوږلت پرېشان څنګه خپل کړی دی. ماته مولانا عبدالقادر مرحوم رایاد شي، دهغه لهجه رایاده شي، د هغه موسکۍ موسکۍ څېره او د هغه په شونډو خوره وره موسکا رایاده شي. پرېشان د مولانا عبدالقادر مرحوم شاګرد رشید پاتې شوی دی، نو لا محاله به یې د هغه د ژبې او لهجې اثر قبلوو.
زوبیر حسرت
پروفیسر ډاکټر محمد زوبیر حسرت د سیدالکونین زوی د ۱۹۶۲م کال د اګست په ۱۴مه نېټه د پښتونخوا د مردان په باړې چم سیمه کې پیدا شوی دی. اوس د نوښار په شېرینکوټ کې استوګن دی. لومړنۍ زده کړې یې په ګورنمنټ اسلامیه پرایمري سکول طورو چوک مردان کې وکړې، دولسم صنف یې د ګورنمنټ های سکول نمبر۳ او څوارلسم یې د ګورنمنټ پوسټ ګريجویټ کالج مردان نه پاس کړی. په ۱۹۸۶م کال یې له پېښور پوهنتون نه MA کړې ده. او په ۱۹۹۷م کال یې د پېښور پوهنتون پښتو Ph.D لوستې ده.
ډاکټر حسرت اوس د خان عبدالولي خان پوهنتون د MA او Ph.D څانګو مشر پروفیسر دی. ده په پښتو شعر، افسانه لیکنه او څېړنه کې بېلابېل کتابونه لیکلي او خپاره کړي دي. په ادبي انځور لیکنه( خاکه) کې یې هم د پښتونخوا په بېلابېلو لیکوالو او څېړونکو خاکې لیکلي. دده د خاکو ژبه خوږه، لطیفه او هنري ده. ده تراوسه دا لاندې اثار خپاره کړي:
شعر: د خیال په سیوري/ زما او ستا سندرې/ د ګل په کټوري کې/ غزل زار/ ژوندي لفظونه
راپورتاژ: له مردانه تر مردانه / خاکې: نقشونه – شنه زرغونه
افسانې: قیصه خانه/ شیشه/ د تکلونو یوه ټولګه/ ژباړې: د تنقید فن
څېړنې: ډاکټر امین یوه مطالعه / د خوشال بابا تاریخ ګويي/ ولسي ادبي جرګه / د قلب السیر شاعري/ د حسرت ژوند او فن/ رودادونه( ګډ اثر)/ دوست محمد خان کامل مومند او ادبي خدمات / قلند مومند یوه تنقیدي مطالعه/ خوشال او روښانیان
بابا جان
نن زه ستاسو په وړاندې د داسې یو شخصیت د خاکې یو څو کږې وږې کرښې راکاږم، چې وخت او حالاتو یې خپله په سور سپین مخ، ډېرې کږې وږې کرښې راکښلي دي، خو د تندي کرښې یې لا ډېرې رڼې او روښانه دي، چې زمونږ سترګو ته رڼا، ذهنونو ته ځلا او زړونو ته ښکلا بښي.
د سر ويښته، ږيره او برېت یې بېخي د خپل سپین سپېڅلي شخصیت، روښانه ذهنیت او ځلنده زړه په رنګ سپین شوي دي، ولې ذهن او زړه یې ځوان زلمی دی او په دغه ځوان زلمي زړه او ذهن چې یې اوس هم کله کله د مینې د سمندر طوفاني چپې په غورځنګونو شي، نو په داسې وخت کې هغه په ظاهره بوډا، ولې باطني طور ځوان برېښي. بلکې که څوک زما د عمر نمسی ورته د شوخۍ نه «مست بوډا» ووايي، نو هم پې بد نه ګڼي او نه یې په تندي کې غوټې جوړيږي. بلکې د سباني ستوري غوندې یې لا سپينې پلوشې خورې کړي او داسې ښکاري چې د نوې ځوانۍ روښانه سباوون یې تازه تازه خپله رڼايي خوره کړې وي او هغه په سترګو کې موسکی شي، یو وښکی د موسکا نه کوږ کړي او په خندانه څېره یې د خندا د سپرلي ګلونه خپلې پلوشې نورې هم مستې او شوخې کړي.
دا ځوان زلمی بوډا ښه شاعر، ښه ادیب، ښه محقق، ښه نقاد، ښه ژبپوهاند او انتهايي ښه سیاسي بصیرت لرونکی یو داسې عالم فاضل او استاذ شخصیت دی، چې د پيرۍ په دې نازک دور کې هم، چې نور بوډاګان خپل حاجت نه شي په ځای کولی، دی په کې مطالعې کوي، مشاهدې کوي او د لیکلو رنګ رنګ تجربې کوي. کله «چارسده» لیکي او کله «هزاره»، خود «پېښور» او «پېنډۍ» په اصطلاحاتو دې خدای نه پوهوي. د مطالعې خو یې دا حال دی چې د ډېر وړوکوالي او طالبعلمي د دور نه یې ډېر عربي، فارسي، پښتو او انګرېزي کتابونه سم خوړلي دي او هضم کړي دي. خو هاضمه یې ورله نه ده خرابه کړې او ځکه یې حافظه هم ډېره قوي ده او ددې ټول کرېډېټ اول د هغوی والد محترم ته ځي، چې د خپل وخت لوی دیني عالم ، فاضل شخصیت ، د باچا خان د خدايي خدمتګارۍ تحریک ملګری او لوی ملا و، خو داوسنیو« مجلسیانو» غوندې یې قول او فعل کې هیڅ تضاد نه و. او بیا قلندر مومند، اجمل خټک او افضل بنګش ته خصوصا د ولسي ادبي جرګې د دریو بادشاهانو امیر حمزه شینواری، صنوبر حسېن کاکا جي او دوست محمد کامل مومند د درنو خوږو شخصیتونو خو پرې دومره اثرات غالب دي، چې اوس زمونږ د مرکزي پښتو ادبي جرګې نوښار پښتونخوا په میاشتنیو تنقیدي اجلاسونو کې هم د سرپرست په حیث هاغه روایات برقرار ساتي.
دا ښاغلی پښتو وايي، لولي او لیکي، بلکې په یوه زمانه کې چې کله په کالجونو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو استاد و، نو خپلو ډېرو شاګردانو ته یې پښتو ښېيلې هم ده او دومره پښتو یې ورته ښېیلې ده، چې د هغوی نه یې خپله انګرېزي او اوردو هېره کړې ده. دا دروند خویه بنیادم پښتو کوي هم او پښتو او پښتنو سره خو یې دومره پښتو کړې ده، چې دی یې ځای ته رسولی، له کوره بې کوره کړی و او اوس یې ده د ځای ته راوستو پوخ نیت کړی دی. ولې دا کار دده سیاسي مشرانو ونه کړی شو، چې اول پښتو په نصاب کې رایج کول، ددفتر، سرکار او عدالت ژبه ګرځول یوه سیاسي مسله ده؛ خو دی هم، لکه د شمس القمر اندېش او نورو پښتنو شاعرانو ادیبانو په شمول د پښتو ژبې د تبلیغ نه لاس په سر کیږي نه.
دا نه ده چې انګرېزي، عربي، فارسي یا نورې ژبې ورله نه ورځي، بلکې په دغو ژبو خو یې دومره عبور حاصل دی، چې پرېړې پرېړې تحقیقي، تنقیدي، ادبي او د ژبې متعلق اسانې مقالې او مضامین په کې لیکي اود هرې ژبې د ټکو اورجن ته ځان رسوي. د خپلو ډایرکټرانو: رشید باچا صیب نه خوشاله او د شعیب صاحب نه د دوستانې باوجود ګیله من پاتې شوی دی. دی چې کله په پښتو کې د استاذۍ نه پرنسېپل شو، نو زما غوندې ډېرو « پيريډ چورو» پروفیسرانو به ترې د خوشامندۍ په توګه یوه حلقه جوړه کړې وه اودده د زبان دانۍ د محبوبې مشغلې نه به یې ناجایزه فایده اخسته، چې هره ورځ به یې ورته یو نه یو زړو ټکی د بحث موضوع ګرځولې وه او بحثونه به پرې شروع وو. دوی به پرې پروفیسرانو له لکچر ورکولو. ولې د هغوی خو دده په لکچر او علمیت کې غرض نه و او نه خپله لکه د عامو کالجونو د استادانو د علم د حصول غرضیان وو، چې کتاب دشمني یې په سرشت کې شامله ده. بلکې هسې « ټایم پاسی» به یې کولو. خپل اود هلکانو وخت به یې ضایع کولو؛ خو کله کله به چې په کلاسونو ګرځېدو او د کوم پروفیسر پېريډ به هم نه و لګېدلی، نو دافضل رضا صاحب مرحوم غوندې به یې هغه پېريډ هم پخپله اخستلو. او داسې به یې هلکانو ته نه صرف انګرېزي او اوردو ښودله، بلکې د ساینس کلاسونه به یې هم ډېر په شوق اخستل. او همدغه خپل قابلیت او علمیت ورته اور او بلا شوې وه، چې دی یې د پښتونخوا په مختلفو کالجونو کې د خپلې علاقې نه تر ډېرې مودې لرې ساتلی و. هريپور، مانسېره، دير، ټوپۍ، لوند خوړ، صوابۍ او اخر کې اکوړی او بیا د نوښار کالج نه د پرنسېپل په عهده متقاعد شو، خو وايي، چې د ټوپۍ کالج راله زړه چاودی دی.
دې عظیم انسان د ژوند ابتدايي زمانه په نوښار او بدرګه کې تېره کړې ده، ځکه چې ځای یې نوښار دی او بدرګه کې یې والد صیب د علمیت او فضیلت رڼې مرغلرې خورولې. د ښه سړیتوب او شرافت خو پرې دومره ختمه ده، چې په بدرګه کې یې د بل په مزکه اباد کړی کور هم د زمکې وارثانو ته وړیا پرېښودو، ځکه چې په دې وطن کې خو یا د فوج بدماشي ده یا د پولیس. ولس خو یې په منځ کې هسې دلیږي.
دسکول د طالبعلمي دور کې یې د عبدالسلام زیارتي صاحب نه زده کړه کړې ده او د غلام جیلاني برق صاحب د مطالعې پرې ډېر اثرات مرتب کړي دي. د اسلامیه کالج د طالبعلمي په دور کې یې اشتراکي خیالات لرل، دمارکس او لېنن فلسفې پرې اثر کړی و او دهغې له برکته یې ټولې فلسفې او ایزمونه چاڼ کړي وو. د خپل اشتراکي ملګري قلندر مومند د مرستې او ملاتړ وجه وه چې ده کې د شاعرۍ او افسانه نګارۍ جراثیم راپیدا شو او دی یې ولسي ادبي جرګې ته ورسولو. دغه وخت داد لسم جماعت طالب علم و، چې جرګه کې یې خپله وړومبۍ افسانه « بنګړي واله» تنقید ته وړاندې کړه اود جرګې د مشرانو او همزولو نه یې داد واخیستو او هغه داد چې وروستو ورځ تر ورځه په بېدادۍ بدلېده. نو دومره شدت یې اختیار کړی، چې د کمونېسټۍ نه یې کېريرېسټۍ ته راورسولو. ولې افرین او شاباس دې وي دده په همت او حوصله چې په هیڅ قدم یو وخت او هیڅ قسمه حالاتو کې یې ماتې منلو ته غاړه کېنښوده. او خپل ادبي نظریاتي سفر یې جاري وساتلو. خو دا وه چې د ادبي او سیاسي تنظیمونو نه تر ډېرې مودې لرې پاتې شو.
د ایوب خان د مارشلا په دور کې په کورونو د چاپو له ویرې یې مور بي بي مترقي او اشتراکي لټرېچر لنډي سیند ته نذر کړه او څه کتابي ذخیره ترې بیا د بدرګې په کور کې پاتې شوه. ځينو خلکو ته جماعتیانو سره د خپلولۍ او هسې د حلیې مبارکې نه هم جماعت پله مایل برېښي، خودا اندازه غلطه ده، ځکه چې هغه خو د مذهبي کورنۍ سره تعلق لرلو باوجود هم « پښتون نېشنلېسټ» دی. په ملکي، بین الاقوامي تاریخ، ادب، ثقافت، سیاست، معیشت او صحافت یې ژور نظر دی او د هرې ژبې د شاعرانو ادیبانو خصوصا د پراګرېسیو خلکو روغ تاریخونه ورته ازبر دي. په پښتو، پښتون او پښتونخوا میین دی. باچا خان یې د خوښې شخصیت دی، د ګاندي جي مداح دی او ولي خان خپل رهبر مني.
د پښتو د رګ رېښو سره سره ورته د پښتانه د ټولو قبیلو او خېلونو رګ رېښي هم معلومې دي او د پښتونخوا د تاریخ او جغرافیې نه هم ډېر باخبره دی. د ټولې دونیا نه واخلې تر خپلې پښتونخوا پورې د مختلفو ملکونو د غرونو، سیندونو، سړکونو، ښارونو او کلچر نقشې جوړول یې هم یوه محبوبه مشغله ده.
دا ښاغلی نه سېګرټ کوي او نه نسوار، نه چرس څښي، نه بنګ او نه د هېرویینو نشه کوي. یو عام ساده باده سړی ښکاري، چې نه پرې د تعلیم یافته ګومان کیږي او نه د دومره علمیت. البته هندوستاني او پاکستاني فلمي اود ټي وي سمارټ او سلم هيروګانې یې ډېرې خوښیږي، ځکه چې د شاعرانه او عاشقانه مزاج له کبله په حسن ورک لېونی دی. په ښایست کې یې غټې سترګې او دنګ قامتونه زیات په زړه تندرونه او قیامتونه پرېباسي.
د یو استاد په حیث د کالج ځوانو زلمیو هلکانو سره د پاتې کېدو وجه ده، چې زړه یې اوس هم ځوان زلمی او ترو تازه وي. مردانه وجاهت او با وقاره لوړې دنګې ځوانۍ یې هم غټه کمزوري پاتې شوې ده او د ډېرو ښایسته شاګردانو نومونه، شکلونه او چم محلتونه ورته اوس هم یاد دي، خود خوږو صوابۍ والو نه اوس هم سر ټکوي. وايي چې هلته د پښتون اېس ایف هلکانو زه جماعتي ګڼلم او جماعتیانو به کمونېسټ بللم. دغه رنګ ددغه نظریې لرونکو لکچررانو او پروفیسرانو حال هم و.
هسې خود خپلو مترقي خیالاتو له کبله د زنځيرونو، مورچو او څوکۍ څوکۍ وطن د خورو ورو اېجنسو په سترګو کې هم لکه د ازغیو غړيږي او یو ځل نیم خو د هغوی له لاسه ډېر په عذاب او ټارچر شوی هم دی. خو دا واقعات یې د متقاعدۍ نه وروستو دي. ولې دا ښاغلی نه وېرېدلې دی، نه ترهېدلی دی او نه له خپله هوډه اوړېدلی دی. البته د «چنبي ګل » چنبو وهلی، ځپلی او دړدولی ضرور دی. د کور محلت لوی واړه او خپل خپلوان د هغه د ژوند ملګرې ته چنبي ګل وايی. قلمي نوم یې ح. ندا نوشهري دی، ځکه چې ښه شاعره ، ادیبه او مترجمه بلکې د څوکتابونو مېرمن ده. دا ښاغلی په دې حقله هم خوش قسمته دی، چې خدای پاک ورله داسې خوږه او قدردانه او مېلمه پاله کورودانې ورکړې ده. هسې دی هم ډېر مېلمه دوسته دی، خو په یارۍ دوستۍ کې د تکلفاتو قایل نه دی، بس چې څه تیار وي ، هغه د یار وي، نو چنبي ګل د خپل ساده باده او مخلص څښتن د مېلمنو دومره خیال ساتي چې که په نیمه شپه یې هم مېلمانه راشي، نو په « لالاجي» غریب په بوډا تن د بازار چکر وهي چې سبا شي راشي.
هغه د باغ باغوان دی، خو ددې باغ په څانګه کې لا د خپلې سترګې ګل نه دی زرغون شوی، البته د نورو ګلزارونو ګلونو روزنه او خصمانه په کې شوې ده، چې خپلې خوږې وږمې او رنګونه یې خواره کړي دي. ولې چې خپل باغ یې د خزان سپېرو سیلیو وهلی بې ثمره پروت دی او په دې لحاظ یې هروخت په مخ یو حسرتناک تاثر خور وي. په دې حقله ددې خبرې په خیال هم ډېر خپه کیږي او زړه یې دړدیږي، لکه چې وايي:
د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه
بویه چې بیا سپرلی راځي سپړي ګلونه
هسې که د همایون همدرد غوندې ذهنیت یې لرلی ، نو پخوا به یې د سحر په بانګ کې نوې ټپه کړې وه او مونږ به اورېدلې وه خو هغه خپلې میینې سره د بې وفایۍ تصور هم نه شي کولی، ځکه چې په غم یې غمجن او په ښادۍ یې ښاد دی. د هغې د زړه درد یې هرکله په خپله سینه کې محسوس کړی دی. ټول دړدونه او غمونه یې ورسره شریک، بلکې نیم کړي دي. د ګلالۍ په ګلالي مخ او د ولید د قجیري تنکۍ ځوانۍ په رڼو سترګو د ژوند شپې ورځې تېروي او ورته خوشالیږي.
دې ښاغلي سره د شاعرۍ پرېمانه ذخیره پرته ده. ډېرې افساني یې لیکلي دي. د ژوند حالات یې د سوانح عمرۍ په صورت کې په څلورو پنځو جلدونو کې د« انقلاب زنده باد» په نامه لیکلي دي. په قامي مسلو، ادبي، علمي، تحقیقي او تنقیدي دومره اوږدې اوږدې مقالې لیکي، چې د رسالو اکثر مدیران ورته غاړه نه ږدي، چې چاپ یې کړي او دی ترې همېشه ګیله من وي. په لفظیاتو یې دومره کوټلی کار کړی دی، چې زما یقین نه راخي که په پښتونخوا چرته بل ژبپوهان پرې دومره مدلل او قوي کار کړی وي. او په دې لحاظ یې د پروېش شاهین او ډاکټر خالد خان خټک کار په زکات کې هم نه راځي او دا هرڅه د چاپ لارې څاري. څه هم که خپله بې څوکه او بېوسه نه دی او د چاپ وس یې لري، ولې د پښتانه د بې ننګۍ او بې حسۍ نه هم لکه د خوشال بابا سر ټکوي، چې:
زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
په اور وسوزه دا تورې قلمونه
حقیقت دادی، چې په دې هغه بېخي مایوسه شوی دی، ځکه خو چې د نن نه څه نهه لس کاله وړاندې یې زه د نوښار د چونګي په سټاپ ولیدم؛ نو دمټه یې کلک ونیولم. وی یې ته زوبیر حسرت یې؟ ما وی او؛ خو تاسو څوک یئ؟ وی یې « دا به درته وروسته ووایم، خو ما دې کتابونه لوستي دي د تصویر نه مې وپېژندې، کور ته یې بوتلم. د نوښار ټول پلازې نه مخ په ښکته، چې د لنډي سیند په غاړه چې تاسوته کومه غټه سپینه زیړه بنګله په پټیو کې لکه د هغه د ژوند یک تنها ښکاري دغه یې استوګنه ده. زه که په دې خبره ځانته غاوره شم، چې هغه مې په مودو مودو پس بیا ادبي دنیا ته راستون کړو، نو بې ځایه به نه وي.
دهر چا خپل خپل « بابا جان » وي. خو زما د کور ودانې په خوله بابا جانی د مندرۍ ونې، دال تندي، پراخه خندانه څېرې او رڼو سترګو څښتن د پخوانۍ زمانې « تاجک طالب» او د اوسني وخت پروفیسر « نصیرالدین طالب» کور په بار د خپلو خپلوانو، یارانو دوستانو او چم محلت د خلکو « پروفیسر صیب» او «لالاجي» زما باباجان دی، چې زه پرې ګران یم او په ما ګران دی.
سپینې ږیرې زما عشق کوټه روپۍ کړ
هیڅ یې نه قبلوي ښکلي په سودا کې