معاصرې ادبي ژباړې او د پښتو هنري نثر سفر
ویشنه: پښتو ادبیات
لیکوال: دکتور محمد داود وفا
ژباړه چې په عربي، دري او اوردو یې ترجمه بولي د هرې ژبې د پرمختګ لپاره یو ضرورت دی. ژباړه د یوې ژبې اثر بلې ژبې ته اړولو ته وايي. په پښتو ژبه کې د ژباړې کار هم لرغونی دی. د پټې خزانې د وینا په بنسټ لومړنۍ منظومه ژباړه په ۱۴۹۷م کال د بوستان سعدي ژباړه ده چې مېرمن زرغونې کړې ده. ورپسې د مخزن الاسلام ځينې برخې اخون دروېزه له نورو عربي او دري کتابونو پښتو ته اړولې دي.
په دوی پسې د خوشال خان خټک دوره ده، چې د نام حق په نامه یې یو اثر ژباړلی، عبدالقادرخان خټک یوسف زلیخا، د صدرخان خټک خسرو او شېرین، د افضل خان خټک انوار سهیلي، د حمید مومند نیرنګ عشق او شاه و ګدا، د فیاض بهرام او ګل اندامه د محمد رفیق شاهنامه فردوسي او نور دي.
په نولسمه میلادي پېړۍ کې هم منظومې او منثورې پښتو ترجمې شته، چې دلته یې له تفصیله تېرېږو او مخامخ د تېرو څه ناڅه دوه لسیزو په ژباړه غږیږو:
په تېرو دوه لسیزو کې د ژباړې کار پرمختګ کړی، که څه هم له اړتیا سره سم نه دی، خو بیا هم ډېر متون پښتو شوي دي. په پښتو نظم او نثر دواړو کې ژباړې شوي دي. سیاسي، دیني، ټولنیزې او پوځي ژباړې دلته نه یادوو، یوازې په ادبي ژباړو تمیږو.
له ۱۹۹۱م کال وروسته په پېښور، کوټه، کابل او کراچۍ کې پښتو ادبي ژباړې شوي، چې لومړنۍ ژبې یې انګلیسي، اوردو، دري او تورکي دي. په دې ژباړو کې لنډې کیسې، ناول، طنزونه، ځان پېښې او ادبي ټوټې شاملي دي. دغه راز داسې متون چې ادبیات نه دي او د ادبیاتو په باره کې هم ژباړل شوي، چې زیاتره څېړنیزې موضوع ګانې دي. په تېره یوه نیمه لسیزه کې له بهرنیو او کورنیو ژبو نه پښتو ته ګڼې ژباړې شوي، چې بېلابېل فنون، علوم او مسلکونه په کې شامل دي. دلته یوازې ادبي ژباړې پېژنو. خو دا هم د شویو ادبي ژباړو پوره لېست نه دی. په کابل، پېښور، کوټه، کندهار، جلال اباد او خوست او غزني او تر هېواد بهر هم په ادبي برخه کې نورې ژباړې شوي او خپرې شوې هم دي، دلته به یې یو ډېر لنډ لیکلړ وړاندې کړو:
په تېرودوه نیمو لسیزو کې له نورو ژبو ځينې ادبي اثار چې پښتو ته راژباړل شوي دادي:
وری څنګه لېوه شو؟( طنزونه): عزیز نسین/ مېرزا علم حمیدي، ۱۹۹۴م/ پېښور
دا قیصې دا افسانې( لنډې کیسې-انګلیسي): بېلابېل لیکوال/ پروفیسر محمد نواز طایر۱۹۹۶م پېښور
خرمړی: عزیز نسین/ ډاکټر محمد فرید بزګر، ۲۰۰۰م/ پېښور
ارفعیت( ادبي کره کتنه- انګلیسي) : د ډایونیسس او لانجاینس لیکنه د حنیف خلیل ژباړه/ ۲۰۰۳م پېښور
غچ(کیسې): مېکسیم ګورکی/ راشد خټک، ۲۰۰۶م/ پېښور
دوه منګوري (ډرامه)/ هان تین/ زین الله منلی، ۲۰۰۸م/ جلال اباد
له ژیړې کرښې هاخوا( رومان): امیر عشري/ سید نظیم سیدي، ۲۰۰۸م/ کابل
بڼکه (ناول): ماتيسن / عبدالحميد ترابي، ٢٠٠٧م، قندهار
بغاوت(ناول): ویکتورهوګو/ صدیق الله بدر، ۲۰۰۸م/ کابل
په تورتم کې(ناول): رابندر نات ټاګور/ شفیع الله تاند ۲۰۰۹م/ جلال اباد
غل او سپیان(ناول): نجیب محفوظ/ امان الله عمران ۲۰۰۹م/ کابل
ترشنه اسمان لاندې( د ماشومانو لپاره د جرمني بېلابېلو لیکوالو د لنډو کیسو ژباړه): اناهیتا روهي، ۲۰۱۰م کابل
یوویشتمه کلا(ناول): اسلم راهي/ نورولي سعید شینواری، ۲۰۱۰م/ جلال اباد
دوزخیان(ناول): پروېزقاضي سعید/ محمد روز محتاج ۲۰۱۰م/ جلال اباد
کله چې توره څادري سوځېده( کیسې): احمدیارخان/ هجرت الله اختیار ۲۰۱۰م/ جلال اباد
دژوکوند موسکا(کیسې): بېلابېل/ سید محی الدین هاشمي ۲۰۱۰م/ جلال اباد
لویه دسیسه(ناول): همایون بلګرامي/ عارف الله حقپرست ۲۰۱۰م / جلال اباد
وروستۍ پاڼه( کیسې): بېلابېل/ حبیب وقار ۲۰۱۰م/ کابل
دځوانۍ په ځنګل کې: عنایت الله/ مبارک شاه دوادزی، ۲۰۱۰م/ جلال اباد
ټپي شوی ښار(کیسې): بېلابېل لیکوال/ ارشاد رغاند ۲۰۱۱م/ جلال اباد
سورلیک( ناول):ناتانیل هاوتورن/ صادق الله صادق ۲۰۱۱م / جلال اباد
پښې یبله ناوې( کیسې): بېلابېل/ سایر ځلاند، ۲۰۱۱م/ جلال اباد
دوه ښارونه(کیسې او ادبي ټوټې): ګل پاچا الفت، جبران خلیل/ ذبیح الله احساس ۲۰۱۱م/ جلال اباد
د زرو هېندارو کور(کیسې): بېلابېل لیکوال/ اسد الله غضنفر، ۲۰۱۱م/ کابل
ورانکاره ډله(ناول): مایک هامر/ عطامحمد هیله من ۲۰۱۱م/ جلال اباد
نڅاګره(رومان): رهنورد زریاب/ ارشاد رغاند ۲۰۱۱م/ جلال اباد
مینه نه مري(ناول): نګهت سیما/ سعدالله جان فطرت ۲۰۱۲م/ جلال اباد
تاته به د مینې تاوان درکړم(ناول): سمیه نجفي زاده/ یاسمین وزیري، ۲۰۱۳م/ جلال اباد
دمعجزې تیږه (ناول): مورس لیلان/ نصیراحمد احمدي ۲۰۱۴م/ جلال اباد
بزګر او ښکاري: بېلابېل/ توریالی همت، ۲۰۱۴م/ جلال اباد
ادب څېړنه( اوردو): اطهر پروېز/ څېړندویه عاقله سادات ۲۰۱۴م / پېښور
یخ وهلې اوښکې(کیسې): سهیلا وداع خموش/ توریالی همت ۲۰۱۴م/ جلال اباد
زما کیسه(ځانپېښې) : لیکوال سید شمس الدین مجروح/ ارشاد رغاند، ۲۰۱۵م جلال اباد
له وسلې سره مخه ښه : ارنېسټ همینګوی/رزاق راحل ۲۰۱۵م/ جلال اباد
واوره او توپان(کیسې): لېف نېکولایوېچ تولستوی/ محمد طاهر کاڼی ۲۰۱۵م/ جلال اباد
د ګلګمېش افسانه: جرج سمت / ذبيح الله صاحب ارغند، ٢٠١٥م، جلال آباد
ګیتانجلي( د رابندرانات ټاګور د شعرونو ازاده منظومه ژباړه-انګلیسي): پروفیسر محمد نواز طایر/ ۲۰۱۶م پېښور
یوګام د سولې پرخوا(ناول): ؟ / پوهنیار ډاکټرعبدالعزیزموج ۲۰۱۶م/ جلال اباد
زه ګنهګار خو نه یم: عنایت الله / محمد نذیر ذبیح/ چاپکال نامعلوم/ پېښور. ( ۱۹: ۴۱۰)
د لنډې کیسې، ناول، رومان، ادبي لیکونو او ځينې نورې هنري ژباړې د هنري نثر په مخکنیو سرلیکونو کې کتلی شئ.
د پښتو معاصر ادب ځينې ادبي ژباړونکي
١- ډاکټر لطیف بهاند
ډاکټر لطیف بهاند د محمد عمر زوی په ۱۹۵۶م کال د کابل په مراد خانه کې زیږېدلی. په ۱۹۷۲م کال د کابل له حبیبیې ښوونځي فارغ شو او په ۱۹۷۶م کال د کابل پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي. په ۱۹۸۷م کال یې د کابل پوهنتون د پښتو ادب ماسټري ولوسته او د کورنیو جګړو په وخت روسیې ته کډوال شو. هلته یې په ادبیاتو کې Ph.D وکړه.
ډاکټر بهاند د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې استاد و، چې د پوهندوی تر درجې په کې رسېدلی و. خو د جګړو له امله یې دا سلسله قطع شوه. په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوکراین کې دیپلومات و. اوس بېرته کابل ته راغلی او د کابل پوهنتون د ماسټرۍ دورې استا دی. دی په ادبي کره کتنه او ادبي مطالعاتو کې د پوره تجربې خاوند دی. ژباړې یې هم کړي، چې ټول اثار یې دادي:
ناول د ماه روخې( د راحت زاخېلي د اثر تدوین او بیا چاپ)/ د اشرف خان هجري منتخبات/ د رڼا ناوې/ د پښتو ژبې ګرامر/ څلور اورني کلونه / د خیرالبیان منتخبات/ ماتې کړۍ/دروښاني ادبیاتو سل عرفاني اصطلاحات/ لس مقالې/ کولتور پوهنه/ نا اشنا لیک/ د افغانستان نومیالي او سید جمال الدین افغاني/ د مینې ترانې.
ژباړې: ریالیزم او د ریالیزم ضد/ د هنر ټولنپوهنه/ کولتورپوهنه / جګړه او سوله (څلور ټوکه د لیف تولستوۍ نامتو رومان)/ انا کارینینا ( د لیف تولستوۍ د رومان ژباړه)/ دون ارام( د میاخېل شولوخوف د رومان ژباړه)/ شارلوټ( ناول)
٢- ارشاد رغاند
په ۱۹۹۰م کال د ننګرهار په سره رود کې زیږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په جلال اباد کې کړي. د پښتو ژبې شاعر، لیکوال او ژباړن دی. په انلاین بڼه په سیاسي او ټولنیزو لیکنو کې هم فعال دی؛ په ادبي او علمي مسلو کې د مثبت فکر او نظر خاوند دی. څو ژباړې یې خپرې شوي، چې یوه یې د سید شمس الدین مجروح« زما کیسه » ده، دا ځانپېښې دي، په دري لیکل شوي او ده په پښتوژ باړلي.
رغاند ځينې نور ناولونه او د بهرنیو لنډو کیسو کتابونه ژباړلي، چې لوستونکو خوښ کړي دي.
٣- رازق راحل
رازق راحل په ۱۹۹۴م کال په کندهار ولایت کې زیږېدلی. لومړنۍ او ثانوي زده کړې یې په خپله سیمه کې کړي او د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې د وروستي کال زده کوونکی دی. ده انګلیسي ژبه په کندهار کې زده کړې او ددې جوګه شوی، چې انګلیسي ادبي اثار وژباړي.
په ۲۰۱۵م کال یې د نامتو امریکايي لیکوال ارنېسټ همینګوی ناول « له وسلې سره مخه ښه» راژباړلې او په جلال اباد کې تر چاپ وروسته په کندهار کې خپور شوی. که څه هم دده پر ژباړه د سیمه ییزې لهجې اغېز شته، خو بیا یې هم دا هڅه له نوښته کمه نه شي ګڼل کېدی.
ادبي ژباړو ته کتنه او کره کتنه
په تېرو دوه لسیزو کې ګڼې ادبي ژباړي شوي، چې زیاتره اوسني هنري ژانرونه په کې شته. زیاتره دا ژباړې ډېرې ګټورې او بوختوونکې دي. ددې یوه وجه داده چې په افغانستان کې یو نسبي خپلواک مطبوعاتي سیستم ته اجازه ورکړل شوې)اوس دا خپلواکي تحدید شوې او تهدید شوې( او هر څوک هرڅه ژباړلی او خپرولی شي.
دغې ازادۍ ځينې ستونزې هم رامخته کړي، چې په لړ کې یې ځينو ټيټ سویه ژباړونکو هم ژباړې کړي او ځان یې د لیکوالو او ژباړونکو په کتار کې حساب کړی.
ځينې ژباړې بیا د ګرامر، ژبې او د روانې پښتو ژبې له لیکدود سره سمی نه خوري، د شکل او محتوا دواړو له مخې په کې ناسمۍ په مخه راځي.
ځينې ژباړې د کلیمو او لفظونو له مخې ناسمۍ لري، ځينې د جملو او ترکیبونو له مخې.
ځېنې بیا اضافي کلیمې او عبارتونه لري، چې لنډېدی هم شوای، خو ژباړونکو دا کار نه دی کړی.
که ادبي ژباړې مخته کېښودل شي او هره پاڼه یې ولوستل شي، نو په ځينو کې خو به لسګونه غلطۍ او ناپامۍ تر سترګو شي. چې په هر اثر د ځانګړې لیکنې ایجاب هم کوی شي.