"ادبیات معاصر افغانستان"

قانون اوده دی!

Image Description

فريدالله شاه حساس   (پښتونخوا)

 


 

زه چې سحر وختي د کوره راوتم نو ښځې را پسې اواز وکړو وې چې اوړه ختم دي چې راځې نو د ځان سره اوړه راوړه! د ښځې دا خبره په ما ډېره بده ولګېده. په غصه کې  مې ورپسې مخ ورواړولو او ورته مې وویل اوړه خو ما هفته وړاندې را وړي وو کنه. دا دومره زر څنګه ختم شو؟. ښځې مې زما نه هم په سخته لهجه کې  ما ته وویل هم تاسو یې خورئ او ختمېږي زه یې څه مور پلار کره نه استوم. ما ورته ووې ګوره لږه ګزاره کوه، زه ټېکسي ډرايي ور يم څه د هوتي نواب نه يم. هغې ووې ما ته معلوم يې، خوار کور د دېواله معلومېږي. زما مور پلار الله هسې ړانده کاڼه کړي وو چې په تاسو دهوکه شوي وو. هغه وختې هم ستاسو د مازغو نه د پولاؤ بويي  ختم او په کور کې  هم د جوارو د اوړو درک نه لګېدو. ښځې مې دا هر څه داسې په يوه ساه وویل چې زما د سره یې يوه لمبه پورته کړه. ما ته دا پته نشته چې زه کمزوری يم او که ښځه مې ډېره زوروره ده خو دومره په ځان پوهه يم چې خدای شته نه ورته تين ښکارم او نه تېره. ما د پاره یې دښمن غوندې هره خبره د طنز په زهرو کې  دومره لړلې وي چې بلکل د زړه خونه پرې راله ورانه کړي. زه په داسې موقعو اکثر له د خپلې ښځې نه تښتم ځکه چې ايسارېدو کې  ما چرې هم ګټه نه ده کړې. هم دغه وجه وه چې ما دوه خپلې کړې او دوه مې پردۍ کړې. په ګاډي کې  کې ناستم او د لېونو غوندې مې د ښار مخه وکړه. د ښځې سپور او ستغ انداز زما په مازغو کې  د دهماکو غوندې لويه بربادي جوړه کړې وه. 

په لوی سړک راته يو سړي د ودرېدو اشاره وکړه. دوه زنانه ورسره وې او د ښار سره نزدې يو کلي ته تلل. ما چې دغه سورلۍ کلي کې  کوزې کړې او واپس راروان شوم نو ډېر ښکلی غوندې منظر ؤ . د سړک نه اخوا دېخوا د الوچو او خرمانو باغونه وو. د سړک يو طرفته د اوبو لختي کې  صفا اوبه بهېدې او د سړک په غاړه باندې دنګې دنګې ونې وې. زما ميوزک اورېدو ته زړه وشو او چې د (D.V.D) بټن مې وهله نو د ګاډي د ګرمایش په کانټا مې نظر پرېوتو. ګاډی ډېر ګرم شوی ؤ. ما ته راياد شو چې سحر د ښځې سره په جنګ کې  ما نه ريډي ايټر کې  اوبه اچول هېر شوي وو. ما زر ګاډی ودرولو. د ګاډي نه مې د اوبو ګېلن او صافي راواخسته. د ګاډي بانټ مې اوچت کړو. د ريډي ايټر نه لوګي خاته. د نزدې لختي نه مې په ګېلن کې  اوبه راواخستې او د ريډي ايټر د پاسه مې واچولې ما وې چې لږ يخ شي. بيا مې ډېر په احتياط سره د صافۍ کپړه د ريډي ايټر په سر کېښوده او هغه مې پرانستو. ريډي ايټر کې  اوبه د نشت برابر وې. اوبه مې پکې  واچولې او سر مې پرې مضبوط بند کړو. ما د ګاډي بانټ ته لاس کړو چې دا بند کړم خو دا هڅه مې نيمګړې پاتې شوه ځکه چې ډېرې نزدې داسې ترخې او ناروا ډزې شروع شوې چې ما ووې لاړې اختر ګله د کانګړې په ټس کې  بټګرام شوې. يو څو ګولۍ خو زما غوږونو سره دومره نزدې په شنګ شونګ کې  تېرې شوې چې زما د زړه درزا یې بې ترتيبه کړه. زه يکدم د ګاډي وړانديني ټائر سره د سړک طرفته د کوړکې چرګې غوندې کې ناستم. خوله مې اوچه شوې وه بدن کې  مې د ګوزن غوندې اثار پېدا شوي وو کله به مې پښې په خوزېدو شوې او کله به مې لاسونه په رپېدو شو. ساه مې داسې بنده بنده شوې وه چې ما زړه کې  ویل دا خو د بيزې ساه شوه چرته ټوخي کې  رانه ونه ځي. وايي  سويه د هغه بوټي پاڅي چې د چا ترې طمع نه وي. زما هم دا طمع نه وه چې دلته به داسې درز غپ شروع کېږي ګني نو خدايي ګو که په دوه لاکهه روپۍ مې هم دا سورلۍ دېخوا را اوړې وې. دلته زه دا خبره هم ډېر په وثوق سره کوم چې د ډېرو خلقو اودس په ډز هم نه ماتېږي خو موجوده حالاتو کې  زما اودس ماتي دې پردو ډزو سره هم دومره زور و شور کې  په خپلو سرحداتو داسې ناروا احتجاج شروع کړی ؤ چې ما ته د خپل ټول رياستي قوت سره دا احتجاج کنټرول کول ګران وو.

ډزې جاري وې. څنګه چې لور د موره او زوی د پلاره معلومېږي بلکل دغسې د دې ډزو انداز هم داسې معلومېدو چې دا به د چا خونه ورانوي نو هله به ودرېږي. زه هم دغسې را غونډ ناست وم چې دې دوران کې  يو چينګ چي والا را سره خوا کې  معمولي غوندې برېک ووهلو. ویل یې ماما جي غلط ځای کې  مورچه شوی يې. د دې ځايه پښې وباسه د دوو فريقو په منځ کې  ناست يې. وې تښته ګنې نو په پردي جنګ کې  به بې وخته او بې نېټې بوساړه شې. دې خبرې سره چنګ چي والا ګېر بدل کړو او په ډزو کې  د ګولۍ نه په تېز رفتار سره داسې ورک شو لکه چې هډو پېدا نه ؤ.

ما بلا نه وه غوښتې او په بلا اوړېدلی وم. ډزې نورې هم تودې شوې وې. دې نه وړاندې چې زما پښې هم دلته اګرې ته شوې وې ما د دې ځای نه د وتو فېصله وکړه. ما په ناسته ناسته د ګاډي بانټ ته لاس کړو او يو درز سره مې هغه راګزار کړو بيا د چيندخ غوندې په ټوپونو ټوپونو مې ځان د ګاډي ډرايي ونګ سيټ ته ورسولو او ګاډی مې سيلۍ کړو. د ګاډي بانټ لکه چې نه ؤ بند شوی ځکه هغه د ګاډي تېز سپيډ او هوا سره لکه د نافرمانه اولاد غوندې ډېر په نامناسبه موقع باندې را نېغ شو او د ګاډي په شيشه د ظالم د زور غوندې بې تپوسه خور ور پرېوتو. ما ته وړاندې لار نه ښکارېده ځکه مې سپيډ کم کړو او د ګادي دکهړکۍ نه مې لږ سر بهر کړو او په دليل او توکل مې ګاډی روان کړی ؤ. دغه دوران کې  يو سوزوکي زما ګاډي ته مخامخ ناروا برېکونه ووهل او د سړک نه کچې ته کوز شو. ما هم برېک ووهلو. د سوزوکي ډرايي ور زما د ښځې نه هم زيات غصه ؤ. وې خدای دې غرق کړه که خودکشۍ ته دې زړه شوی وي نو نور خلق ځان سره څه له غرقوې، چرته ځانله ځان ناشپاتۍ کړه. دې خبرې سره هغه په غصه کې  ګېر بدل کړو او نو دو ګياره شو.

زه د ډزو د حدودو نه لږ را وتی وم. مجبوراً زر زر د ګاډي نه راکوز شوم. بانټ مې بند کړو او بيا مې په تېزۍ سره ګاډی روان کړو چې لږ وړاندې لاړم نو د سړک په خوا کې  يو چوپال نما د چايو هوټل ؤ. ورسره د پوليس يو موبايي ل ولاړ ؤ. د موبايي ل شاته درې پوليس والا لاسو کې  د چايو پيالۍ نيولې وې او خپلو کې  په څه خبره په خندا وو.

ما ګاډی يو خوا ته ودرولو. ډزې لا روانې وې او د ډزو اواز دلته هم ښه صفا اورېدی شو. زه ډېر په تادۍ او چابکدستۍ سره د پوليس والو خوا له ورغلم ما ورته ووې صېبانو تاسو ته جوړې پته نشته خو دلته نزدې ډېر خطرناک جنګ روان دی. تا سو لږ غوږ کېږدئ، دا ډزې د جنج نه دي د جنګ دي. ولاړ سپاهيان صېبان زما په دې ګستاخۍ باندې دومره خفه شو چې د خندا ډکې خولې یې يکدم داسې زهژن انداز کې  را بندې شوې لکه چې ما پرې د مور پلار د مرګ زېری کړی وي. 

هغه يو سپاهي را ته ډېر سخت انداز کې  وویل تا نه دي اورېدلي چې د ګيدړ مرګ د چرګ ښادي ده. دا ډزې ډوزې چې نه وي نو مونږ خو به د ولوږې مړه شوي وو. پرېږده چې ډزېږي. اخره کې  به هم مونږ له راځي. هغه دوېم سپاهي د خپلې پيالۍ د چايو ګوټ وکړو بيا یې زما په ولي لاس کېښودو او راته یې ویل کاکاجي په تاوده زمکه دلته څوک پښې نه ږدي چې ته پرې اوس مونږه لمبه کوې.؟

ما ورته وویل ګوره د انسانانو د ژوند سوال دی.؟ هغه درېم سپاهي باقي دواړو ته د سترګو لاندې يوه اشاره غوندې وکړه او ما ته یې وویل کاکاجي ته خپله دا خبره تاڼېدار صېب سره وکړه. ما ورته وویل کوم دی تاڼېدار صېب.؟ وې د موبايي ل وړاندې ولاړ دی. په موبايي ل خبرې کوي. زه دومره په تادۍ کې  تاڼېدار صېب پسې وړاندې ورغلم لکه چې دا ډزې چا زما په کور کولې. 

تاڼېدار صېب د يو کټ به بازو يوه پښه ايښودې وه او بله لاندې په زمکه وه. موبايي ل یې غوږ ته نيولی ؤ او ډېر خوشګوار موډ کې  معلومېدو. ما ته یې شا وه. کله چې زه ورنزدې شوم نو هغه د مينې نه ډک انداز کې  داسې ګويان شو. واه واه. ګلرخ دا يو ځل بيا ووايه. بيا یې ډېر روماني انداز کې  ځان سره دا ټپه داسې وویله لکه په فون موجودې بلې هستۍ سره یې دهراني کوي.

شونډې مې سرې په دنداسه کړې

بېګاه رانغلې بې نصيبه شوې ميي نه

تاڼېدار صېب د ټپې نه پس بيا ویل ګلرخ والله په بدن دې را له اور پورې کړو. زه بېګاه درتلم خو د کور نه راپسې ايمرجنسي کې  فون راغلو ځکه پاتې شوم. نن خو مې صبر بلکل تمام دی وايم چې کله به ماښام کېږي چې ستا په غېږ کې ...... تاڼېدار صېب ګلرخ سره خپل د راشه درشه مذاکرات تر دغې را رسولي وو چې ما ته یې پام شو رنګ یې يکدم داسې بدل شو لکه چې کبابو کې  هډوکی، حلوا کې  ازغی يا دالو کې  کنکری دې د خولې خوند او رنګ بدل کړي. ډېر په غصه کې  یې راته وویل څه چل دی.؟

ما ورته وارخطا انداز کې  وویل ډزې دي. هغه هم هغسې غصه کې  زما طرفته راغلو په څټ کې  یې يوه مضبوطه څپېړه راکړه او ډېر زهرژن انداز کې  یې راته وویل چې ډزې دي نو زه خو یې نه کوم چې ته ما پسې تر دې راورسېدې. ما ورته ډېر په وېرېدلي انداز کې  وویل تاسو یې نه کوئ خو تاسو یې بندولی خو شئ کنه. زما په دې جواب تاڼېدار صېب لمبه غوندې شو. ویل یې وا د شوده بچيه تا ته تر اوسه چا دا نه دي ویلي چې دلته قانون اوده دی او دا اوده قانون دلته يا په زر راويښېږي او يا په زور او چې چا سره دا دواړه نه وي نو هغه ته دا حق هم نشته چې هغه اوده قانون را ويښ کړي. دې خبرې سره تاڼېدار صېب زه د مټه ونيوم واپس یې تاؤ کړم او چې کله ورته زما شا شوه نو په تشريف کې  یې راله يو مضبوطه لته راکړه. چې خټې زياتې شي هاتيان پکې  خويي ږي خو دلته نه خټې دومره زياتې وې او نه زه هاتهي وم. خو بيا هم د تاڼېدار لتې سره زما پښې اړنګ دوړنګ شوې او زه د هغه په پښو کې  لکه د زړې غوا خور وور راپرېوتم. تاڼېدار صېب ما ته ډېر په غصه کې  په سينه پښه کېښوده او را ته یې وویل! قانون څه کوڼ خو نه دی. مونږ ته پته ده چې ډزې دي ځکه خو ورته دلته ولاړ يو چې کله ډزې ختمې شي او قلاره قلاري شي نو بيا به مونږه خپله کارروايي  کوو.

زه په ملاستې ملاستې په دې خبره ورسېدم چې دا واقعي اګري نګري ښار دی. دلته وربشې غنم کېږي او غنم وربشې کېږي. تمبل ګوجرانو وهلی ؤ او بدنام پکې  شا خېلان شوي وو. ډزې چا کولې او وهل پکې  چا وخوړل. دې هر څه سره سره زه په دې خبره هم پوهه شوم چې د خوار ملا ولې دوه ګوتې ږيره وي او د هغه په بانګ خلق ولې روژه نه ماتوي زه خو خوار ملا هم نه وم او دوه ګوتې ږيره مې هم نه وه نو په داسې حالاتو کې  د تاڼېدار صېب ما سره دا رويه او دا انداز بالکل زمونږ د معاشرتي او قانوني تربيت عېن مطابق وه. تاڼېدار صېب ما له يو دوه لتې نورې هم را کړې او په غصه کې  یې راته وویل پاڅه او ځه ورک شه. زه زر زر پاڅېدم د خپل تشريف نه مې زر زر دوړې وڅنډلې او دې نه وړاندې چې هغه سپاهيانو هم زما د وهلو په کار خېر کې  حصه اخستې وې ځکه چې هغوي هم د خپل صېب په تقليد کې  د سرو مچو غوندې تېز شوي غوندې وو او سره د چايو د پيالو يو څو قدمه زما پلو را روان شوي هم وو. ما د هغه ځای پښې سپکې کړې. راغلم ګاډي کې  کې ناستم او ګاډی مې لکه د لېونو په ځان اخته کړو.

په لاره ما دا سوچ کولو چې ای اخترګله بنده د لېونو څه ښکر او لکۍ خو نه وي خو ستا غوندې د شوده توب کارونه کوي نو خلق ورته لېوني وايي . چې چرته نه کار نو هلته څه کار. ډزې وې بس کېدې به. تا ته پرې څه تکليف ؤ. دلته څه نه کېږي؟ و نه شو.؟ دا بازار دی، هر څه پکې  خرڅېږي. د هر څه يو قيمت دی. اخستونکي چې وي هر سر دلته د خرڅ دی. د پوليس والا دغه رويې زه دومره بدحاله کړی وم چې نورې مزدورۍ ته مې زړه نه کېدو. ما ووې کور ته واپس ځم خو چې سوچ مې وکړو نو را ياد شو چې د ګاډي قسطونه هم را پورې دي. کور کې  اوړه هم نشته او د ژوند هر ضرورت مې لکه د يتيم د ارمانونو نيمګړی دی نو هم دغه مجبورۍ وې چې ما د ټېکسي ګېر بدل کړو او د رښار په لور روان شوم.

نن د جمعې ورځ وه. د ښار نه بهر د جمعې په ورځ د چرګانو،کونترو او سپو يوه منډۍ لګي. زه چې منډۍ سره تېرېدم نو يو کس را ته د ودرېدو اشاره وکړه په ترخ کې  ورسره يو ښکلی قولنګي چرګ ؤ. وې ویل ثمرباغ ته ځې. ما وویل او ولې نه ځم. څو روپۍ به اخلې. ما وویل پوره پنځه سوه روپۍ. ویل یې ډېرې دي. ما وویل لاړم درنه. چې روانېدم نو هغه راپسې اواز وکړو، ودرېدمه وايي ځم درسره. نن مې هسې هم لکه چې د بېلات ورځ ده. دې خبرې سره دغه سړي د موټر دروازه بېرته کړه او په وړاندې سيټ سره د چرګه کې ناستو چې لږ مزل هم وکړو نو دغه سړي په غېږ کې  نيولی چرګ يو دوه درې مضبوطې څپېړې ووهلو او ورته یې غصه کې  وویل تا زه نن نه پرېږدم،. والله چې کټوۍ به درباندې ډکوم او دې خبرو نه پس یې چرګ بيا دوه درې څپېړې ووهلو. څپېړو سره به چرګ ډېر دردېدلي انداز کې  کېغ کوغ وکړو. زه د دې سړي په دې ظالمانه رويه خفه غوندې شوم او د چرګ دردېدلي اوازونه مې زړه کې  ځکه څړيکه څړيکه غوندې شو چې د تاڼېدار دلتو اثراتو سره اوس هم زما وجود دروند غوندې ؤ.

زه صبر نه شوم او دې سړي نه مې پوښتنه وکړه چې دې چرګ ته ولې دومره غصه يې. هغه وویل په دې چرګ ما ټول عمر پستې، بادام، قېمې او قسما قسم خوراکونه کړي دي او د دومره خوارو باوجود دې کم اصل نن مېدان بايي لودو. د دې سپېره مړي د لاسه نن ما پوره دېرش زره روپۍ شرط بايي للی دی. وايم قسم په خدای چې دا زړه مې راته وايي  چې چکونه پرې ولګوم. دې خبرې سره هغه بيا چرګ په غصه کې  يو دوه مضبوط ګزاره ووهلو او چرګ بيا ډېر فريادي او دردېدلي انداز کې  کغ کغ شروع کړو.

ما ورته وویل ګوره وروره بې زبانه څيز دی. خېر دی ګزاره ورسره کوه. هغه ډېر په سرتېزه انداز کې  وویل نوره ورسره څومره ګزاره وکړم ما چرته خپله په تېرو درېو کالو کې  پسته او بادام نه دي خوړلي او په ده مې روزانه خوړلي دي او دې ظالم نن زه په مېدان کې  په شرمونو وشومولم. دې خبرې سره یې په غصه کې  چرګ يو دوه ګزاره ووهلو بيا یې د موټر شېشه ښکته کړه او چرګ یې په غصه کې  د ګاډي نه بهر ګزار کړو. سړک دلته لږ خوشی غوندې ؤ ابادي کمه وه او اخوا دېخوا پټي وو. چرګ د سړک نه يو پټي ته منډه کړه. ما زر ګاډی ودرولو او دې سړي ته مې وویل دا دې څه وکړل هغه وویل ورک یې کړه دا بدبخته به زه لا د ځان سره بيا هم کورته بوځم. ما ورته ویل که ته یې نه بوځې نو زه به یې ځانله راونيسم. زه به یې بوځم. هغه وویل ما ګزار کړی دی ستا خوښه ده که ځانله یې را نيسي نو راونيسه.

ښه برخه د هر چا خوښه وي او هغه هم چې بيا د مفتو ساتل شوی قولنګي چرګ وي. زه يکدم ګاډي نه چرګ پسې کوز شوم. ګاډی مې سټارټ پرېښودو. څنګه چې د شاړې زمکې دربو ته شپونکي خوشحالېږي بلکې دغسې په پټي کې  روان دغه چرګ پسې ما په خوشحالۍ کې  ورمنډې کړې. په پټو کې  چرګ وړاندې ؤ او زه ورپسې وم. د ډېرو منډو نه پس چرګ د پټي په يو ګوټ کې  پرتو ټانټو کې  ورننوتو او ما راګېر کړو. څنګه مې موټر ته پام شو نو د چرګ مالک ګاډي ته د ګاډي د مالک غوندې ناست ؤ او ګاډی یې روان کړی ؤ.

ما سره د چرګه د ګادي طرفته ورمنډه کړه او ورپسې مې ډېرې چغې ووهلې خو هغه زما د وررسېدو نه وړاندې ګاډی سيلۍ کړی ؤ. زه چې سړک ته راوتم نو کله به مې خوشي سړک ته کاته او کله به مې په خپل ترخ کې  نيولي چرګ ته کاته. ما د دغه کس په چالاکۍ او په خپله بې وقوفۍ څومره ماتم کولی شو هغه مې وکړو خو مارغه د لاسه وتی ؤ او الوتی ؤ. 

ما وې راشه تاڼه کې  رپورټ وکړه. پوليس به درله خامخا ګاډی راپېدا کړي. زه چې سره د چرګه کله د تاڼې په ګېټ ننوتم نو بهر ولاړ سپاهي ماما راته وویل دا چرګ تاڼې ته دننه نه شې بوتلی.؟ ما ورته وویل دا د واردات ګواه دی. ثبوت دی او ثبوت او ګواه تاڼې نه بهر څنګه پرېږدم! خېر هغه ډېر په ګرانه اجازت راکړو چې تاڼې ته دننه ورغلم نو محرر صېب په يوه کرسۍ کې  داسې ناست ؤ لکه چې مغل اعظم فلم کې  به پهرتوي راج څنګه د اکبر بادشاه غوندې په شاهي دربار کې  ناست ؤ. چرګ هم د تاڼې ماحول نه وېرېدلی غوندې ؤ ځکه یې کوټکوټيک، کوټکوټيک اوازونه شروع کړي وو. محرر اول زما غېږ کې  چرګ ته وکاته او بيا یې زما طرفته مشکوک انداز کې  وکاته او وې ویل دا دې چا نه را پټ کړی دی.؟ 

ما ورته وویل صېب دا مې را پټ کړی نه دی دا ثبوت دی. د دې سپېره مړي د لاسه زما نه ګاډی يو کس چپه کړو. محرر راته غصه کې  وویل لنډې او مختصرې خبرې کوه. ما سره ګورې ډېر وخت نشته هسې نه بې وخته دې تورۍ کړم. ما ورته وې ډېر په وېره وویل رپورټ کولو له راغلی يم صېب. زه يو ټيکسي ډرايي ور يم او اوس نيمه ګېنټه وړاندې رانه چا ستاسو د تاڼې په حدودو کې  ګاډی وتښتولو.

محرر د لږ سوچ نه پس وویل قيصه دې درنه ده. تاڼېدار صېب سره دې ملاقات ضروري دی. ما ورته وویل تاڼېدار صېب چرته دی. هغه وویل اوده دی. قانون دلته هم اوده دی. ما ورته ډېر منت زاري وکړه. د هغې نه پس زه محرر تاڼېدار صېب ته ورمخامخ کړم. تاڼېدار صېب واقعي چې خپله کمره کې  خوبېدلی غوندې په خپله کرسۍ کې  زيات ملاست او کم ناست غوندې ؤ. دواړه پښې یې د مېز د پاسه داسې خورې ورې پرتې وې لکه چې ډېره لويه علاقه یې فتح کړې وي. د کرسۍ شاته ورته يو سړی ولاړ ؤ او سر یې ورله مالش کولو. زمونږ راتګ سره تاڼېدار صېب په پټو سترګو کې  يوه سترګه معمولي غوندې پرانسته بله هم هغسې بنده وه او ډېر په تريو انداز کې  یې پوښتنه وکړه، څه چل دی.؟

محرر ورته وویل صېب دا ټېکسي ډرايي ور دی چا ورنه ټېکسي وتښتوله. د محرر دې خبرې سره تاڼېدار صېب دواړه سترګې پرانستې. راويښ غوندې شو. زما په غېږ کې  چرګ هم د هغه رانغېدو سره تېز تېز اوازونه شروع کړل. تاڼېدار وویل رامداديه.؟ شاته ولاړ مالشي وویل جي صېبه! تاڼېدار ورته وویل دا چرګ دې خدای وهلي نه واخله او زما کوارټر ته یې ورسوه او ساده ګل ته ووايه چې حلال یې کړه او مزېداره يخني ترې وباسه د چرسو ترخو لوګو راله هسې هم دا سينه خرابه کړې ده. دې سره به لږه ګزاره وکړي. رامدادي چرګ لکه د خپل مال غوندې زما د غېږې نه راښکلو او بهر ووتو. زه چرګ پسې دومره نه وم خفه ځکه چې غنم ږلۍ وهي نو په دروزه دې اور پورې شي.

تاڼېدار صېب دې نه پس د خپلې کرسۍ نه د چجه شوي مار غوندې راپورته شو. زما خواله نزدې راغلو او زه چې په ځان خبرېدم خبرېدم نو يوه لېونۍ څپېړه یې زما په مخ سوره کړې وه. پته نشته درد ؤ که بې وسي وه خو يو اه سره مې دواړه سترګې اوبه اوبه شوې، هر منظر او هره څهره راته ګرد الوده، ګنده او مبهم مبهم غوندې شوه.

تاڼېدار بيا ډېر کرخت او د فرعونيت نه ډک انداز کې  ما نه پوښتنه وکړه. ته اوده وې څه.؟ چې ستا ګاډی یې په رڼا ورځ بوتلو او تا یې تماشه کوله. ما ورته وویل صېبه داسې چل ؤ چې ما د ښار د چرګانو د مېلې نه يوه سورلۍ په ګاډي کې  کې نوله او دغه چرګ چې اوس به ترې تاسو له يخني ووځي دا هغه سره ؤ. بيا مې ټوله قيصه ورته ښه په زور او زېر وکړه. زما د قيصې نه پس تاڼېدار صېب لکه چې ما ته نور هم غصه شوی ؤ. محرر ته یې وویل قانون ګله. هغه ووې جي صېب. تاڼېدار ورته ویل دا سپېره مړی بوځه او ښه مزېداره مېلمستيا ورله وکړه. دا بدبخته راتلو راتلو زمونږ د تاڼې حدودو ته یې خپل ګند راورسولو. چرګانو پسې خپله منډې وهي او اوس موټر پسې به ورله مونږ منډې وهو. قانون ګل يکدم زه د مټه ونيولم. يوې بلې کمرې ته یې بوتلم هلته وړاندې نه پنځه ښکاريان د ښکارپه انتظار کې  ناست وو. څلورو کسانو زه د لاسو پښو نه ونيولم او الټا یې په هوا کې  لکه خور ور چيندخ ونيولم او هغه پينځم را باندې د دښمن غوندې را باندې کړل. ما چغه کړه. ما وویل ما موټر نه دی پټ کړی ما نه موټر پټ شوی دی. هغه يو چا چې لکه د وږو زه ټکولم هغه وویل مونږ اول کباب سېزو. سيخ هسې هم نه سوزي،. اول کولال داغو خر هسې هم مونږ له په ګوتو نه راځي. دې خبرو سره هغه بيا په ما داسې را باندې کړل لکه چې دا خبره بلکل رښتيا کوي چې په پردي خر خلق شل منه بوج هم اچوي.

په ګڼو قصابانو کې  څاروی مردارېږي. زه هم تقريباً مردارېدو ته نزدې وم چې دوي بس کړه. زه یې د محرر کمرې ته بوتلم. محرر وویل رپورټ درله درج کوم خو قانون کې  حرکت په خالي جېب نه پېدا کېږي. څه درک درسره لګي او که نا.؟ ما ویل زوړ بار هم نه شو اوړی محرر صېب راته پکې  لا يو لرګی د پاسه هم کېښودو. ما ورته وویل صېب ما سره خو جېب کې  دولس سوه روپۍ دي. محرر وویل نېک بخته د لرګي په کټوۍ کې  ساګ نه پخېږي. ځان به ګروې هله به دې دلته کار کېږي. ته داسې وکړه دا زر ترې ما له را کړه خېر دې دوه سوه ته ځان سره کېږده ستا به هم ضروريات وي. دې خبرې سره محرر صېب زما د جواب نه وړاندې د زرو نوټ زما د لاسو وشوکولو جيب کې  یې واچولو او بيا یې زما رپورټ درج کړو. محرر صېب بيا ما ته وویل زمونږ په طمع کېږه مه. دا اګري نګري ښار دی دلته وربشې غنم کېږي او غنم وربشې کېږي. ګاډی چې درنه چا بوتلی دی هغه دې له نه دی بوتلی چې تا له به یې لا بيا هم درکوي. هغوي هم سر په تلي کې  ايښی وي، ډېره خواري کوي. ځان کړوي، محنت کوي. زما يقين دی هغوي به تا سره خامخا رابطه کوي نو چې کله هم درسره رابطه وکړي خپله سودا ورسره جوړه کړه ګنې نو که زمونږ په طمع شوې نو د هغه کونډې غوندې به دې حال وي چې د لېور په طمع طمع کې  د واده عمر تېر شوی ؤ. زه په ماتو قدمونو او ټک ټوک وجود سره د تاڼې نه را بهر شوم. په ما دګاډي قسطونه لا پاتې وو او ګاډی هم پکې  پردی شوی ؤ. ما سره هغه کار شوی ؤ چې قرض مې لا خلاص نه ؤ او قلبه مې حلاله شوې وه. څه موده پس ما ته څه مشکوکو نمبرو نه فونونه وشو. ویل یې ستا ګاډی مونږ سره دی، خبره را سره جوړه کړه رقم راواستوه چې ګاډی در واستوو. ما باندې زاړه قرضونه هم ډېر زيات وو، د نورو روپو درک نه لګېدو. تاڼې ته بيا هم يو څو ځلې ورښکاره شوی وم. خو هر ځلې ترې تاواني را ستون شوی وم. زه اوس پردی ګاډی چلوم او په دې خبره پوهه شوی يم چې دلته د قانون ترياق د عراقه تر غريب پورې رارسي رارسي نو غريب د ژوند نه لاس وينځلی وي.