د حفیظ الله تراب طنزونه (۲)

حفیظ الله تراب
د ګلاجان مادوري
هغه يو شاړ پاړ او مست ځوان و. سره له دې، چې ګلاجان د لوړو زده کړو خاوند نه و او نه هم په کومې ازادې کورنۍ کې زېږېدلی و، خو د رسېدلو دوستانو ناستې ولاړې او د ننني وخت د ساعتېریو وسايلو يې په سليقه کې څه، چې ان په نظریاتي تفکر کې هم ډېر بدلون راوست. هغه به مجلسونو کې پراخه ونډه اخیسته او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو او ازادۍ کلک پلوي و. په تفريحي شیانو کې يې د هندي فلمونو له ليدلو سره ډېره مینه وه او په نجونو کې يې د هندي فلمونو مشهوره ستورې « مادوري» ډېره خوښه وه او تر ټولو لوی ارمان يې دا و، چې کاشکې يې له همداسې يوې ښکلې او د لوړو خيالونو لرونکې يوې جنۍ سره خدای نصیب وکړي، خو بدمرغي يې دا وه، چې هغه پخپله له اره په ډېموکراټيکه کورنۍ کې زېږېدلی نه و.
هغه ډېرې منډې ترړې وکړې، خو رسېدلو کورنيو کې ورسره چا هم د خپلوۍ کولو زړه ښه نه کړ. په پای کې يې په خپلو تربورانو کې کوژده وکړه او د دې لپاره چې د دوستانو ښځو ته يې مېرمن وروسته پاتې ښکاره نه شي، نو واده يې هم پټ په پټه وکړ.
د سره بخمل غټ چولۍ کميس، شین ګېبي پرتوګ، په سترګو کې دومره رانجه، چې له زېزمو يې هم رابهېدلي، لوی ځونډيدار لونګين پر ټټر ځوړند مرخڼۍ په پالنګي کټ کې دلۍ دلۍ ناسته وه، چې د واده په شپه تېر ماخوستن ګلاجان کوټې ته روان شو. هغه لومړی د دروازې په درشل کې ودرېد او بيا يې د راجندرکمار غوندې خپلې ناوې ته کږه وږه ورمنډه کړه، د کټ بازو ته کېناست، لاس يې د هغې زنې ته ونیو او په ترنم کې يې ورته دا سندره شروع کړه:
« تيري پياري پياري صورت کو ـــ کیسي کي نظر نه لګی، چشم بدور».
مرخڼۍ چې تر دې وخته بابولاله هم نه وه اورېدلې، لکه ترهېدلې هوسۍ ووېرېده، خپلې سترګې يې له حيا نه نورې هم کښته کړې، خو بيا يې ځان راقابو کړ او دا يې وانګېرله، چې ګنې خاوند يې د واده د لومړۍ شپې د سپېڅلتیا لپاره کومه دعا وايي. ګلاجان چې څنګه سندره تمامه کړه، نو هغې له ځانه سره ورو وويل:
ـ « امین».
هغه ته چې د خپلې ناوې ساده توب او بې زړه توب ښکاره شو، نو سمدستي يې له کټ نه راپاڅوله، د هغې لاس يې په خپله اوږه واچاوه، ميده ميده يې روانه کړه او بيا يې په مست انداز کې په دې سندره مخاطبه کړه:
ــ « پیار کرني والې کبهي ډرتې نهي».
سندره چې خلاصه شوه، نو په ډېرې خوشالۍ يې مرخڼۍ ته وويل:
ــ زما دوه خبرې دي؛ هغه به منې! اول دا چې که چا درنه پوښتنه وکړه، نو د مرخڼۍ په ځای ورته وايه، چې نوم مې مادوري دی او بله دا چې دا چادري دې سر له سبا نه چا ته د خدای د رضا لپاره ورکړه. ما له خدایه تا غوندې جنۍ غوښته. ښایست خو دې د مادوري دی، خو چې نوره هم هماغسې شې. زما د ملګرو ښځې ډېرې عصري دي. که په دې جامو کې دې وګوري، نو بيا به موږ دواړو پورې خاندي.
مرخڼۍ حيرانه وه، چې څه ووايي؟!
په ډېرو وسو يې وويل:
ــ نوم چې راباندې هر څه ږدې سيي ده، خو بوقره څنګه لرې کم؟! ما ته مې ادې ويلي، چې « کومه ښځه ستر نه کئ، نو په هغې د خدای قهر ورېږي ».
د مرخڼۍ د خبرې په اورېدو هغه په کړس کړس وخندل او ورته يې وويل:
ــ زه اوس تا ته ښځې ښیيم. ته به وګورې، چې هغوی څومره رسېدلي دي؟! له دې سره يې د يوه هندي فلم کېسټ په ويډيو چالان کړ، خو چې څنګه پر تلوېزون هلک راښکاره شو، نو مرخڼۍ د توبې له ويلو سره يو ځای په تلوار پړونی په مخ راخور کړ او تلوېزون ته يې شا کړه.
د هغې دې حرکت ګلا جان ته نوره هم خندا ورورسته او ورته يې وويل:
ــ ته هلک ته نه ښکارې! مرخڼۍ ورته په معصوميت وويل:
ــ که زه ورته نه ښکارم، ما ته خو ښکاري!
له همدې شپې وروسته به مرخڼۍ د ګلاجان خبرې د نصیحت په توګه په زړه کې ګردانولې. هغې ته يې مور ويلی و، چې د خاوند هره خبره به پټو سترګو منې. د خپل نوم په برخه کې يې خو کومه ګوتنيونه نه لرله، خو د ستر په مسئله کې يې زړه خوښه نه ورکوله، چې د نورو په څېر دې دا هم لوڅ مخ بهر وګرځي.
ګلاجان به ورو ورو د ډرامو او فلمونو سره اشنا کوله او ډېر وختونه به يې د خپلو خبرو په اوږدو کې د « پيار کرنې والې ...» سندره ورته د هغې د جرئت لپاره هم زمزمه کوله.
د هغې د واده ډېرې ورځې لا نه وې تېرې شوې، چې د ګاونډ ښځو د مرخڼۍ له خواښې سره په څه خبره ناندرۍ او بيا جنګ شروع کړ. خبره ډېره اوږده شوه. دې کې مرخڼۍ د خلاصون لپاره ورغله او چې خبرو يې اغېزه و نه کړه، نو ښځو ته يې وويل:
ــ ګورئ د خدای نه ووېرېږئ! تاسې نه دي اورېدلي، چې « پيار کرنې والې کبي ډرتې نهي»؟!
که څه هم هغې ته دا سندره يوه حکيمانه جمله ښکاره کېده، خو چې ښځو واورېده، نو خندا په مخه کړې او جنګ يې بس کړ.
څه موده وروسته د ګلاجان د ډېرو نږدې دوستانو ښځې د مرخڼۍ ليدو ته ورغلې. هغوی چې يې ښکلا وليده، نو حيرانې شوې او يوې ترې وپوښتل:
ــ نوم دې څه دی؟
هغوی ټولې په دې تمه وې، چې نوم به يې هم د ښکلا په څېر ښکلی وي، چې دې کې ورته مرخڼۍ وويل:
ــ زما نوم مدارۍ ( مادوري) دی.
د نوم په اورېدو هغوی ته ښه خندا ورغله، خو د نزاکت له مخې ښځو ځانونه ټينګ کړل. هغوی، چې کله تللې، نو غرمې ته د پاتې کېدلو ډېر ست يې ورته وکړ، خو چې پاتې نه شوې، نو د خدای پامانۍ پر وخت يې ورته وويل:
ــ ګوره بله ورځ چې راغلئ، نو غرمه به تېروئ، ځکه پيار کرنې والې ....
د دې سره مېلمنو ته خندا ورغله او ورته يې وويل:
ــ بالکل سيي ده.
د شپې چې کله ګلاجان کور ته لاړ، نو د مېلمنو د راتګ کيسه يې ورته وکړه. هغه ورته وويل، چې غرمې ته دې بايد پاتې کړې وای! مرخڼۍ ورته وويل:
ــ د پيار کرنې والې ست مې هم ورته وکړ، خو د دې سره هم پاتې نه شوې.
د دې خبرې په اورېدو ګلاجان ته ډېره خندا ورغله او ورته يې وويل:
ــ دا دې ورته څه ويلي؟! دا خو سندره ده او مانا يې دا ده، « څوک چې مينه کوي، نو کله هم نه وېرېږي». سبا به څوک مړه وي او ته به ورته وايې، چې پيار کرنې والې!
په دې خبره هغه مروره شوه، خو ګلاجان د مازيګر د چکر لپاره پارک ته روانه کړه. هغې ډېره هڅه وکړه، چې چادري پر سر کړي، خو ګلاجان ورته وويل:
ــ شرموه مې مه، ټيکری دې راواخله. « چې زر پاک وي، له اوره يې څه باک وي».
د هغې په سلو رګونو کې یو هم داسې تګ ته تيار نه و، خو د خاوند په ډېر ټينګار ورسره روانه شوه. تر ماښامه په پارک کې وګرځېدل. ماښام يې د ښار يوه ښکلي پلورنځي ته يوړه. هلته يې ورته ډېر شيان واخیستل او ماخوستن دواړو په يوه لوکس هوټل کې ډوډۍ وخوړه.
له دې وروسته به هغوی هر وخت سيل ته تلل. مرخڼۍ په لږ وخت کې د ښاري ژوند د غوښتنو سره بلده شوه. سترګې يې له ډېرو نويو شيانو سره اشنا شوې. د عصري ښځو له محفلونو او مجلسونو يې ډېر څه زده کړل. څه موده وروسته يې وېښتان په يوې عصري نايڼې لنډ کړل. د جامو او سينډلو او نورو ښاري شيانو په کارولو کې تر ټولو مخکې شوه او بيا داسې وخت هم راغی، چې لوی ټيکری يې په وړوکي څپوڼي بدل کړ او د تګ په وخت کې په داسې حال کې، چې تور دستکول به يې اوږې ته ځوړند و، کله کله به ښار ته يوازې تلله او د شپې به له ډرامې او یا هندي فلم له کتلو پرته خوب نه ورته.
هر چا چې به وليده، نو له يوې فلمي جنۍ نه به ورته کمه نه ښکاره کېده. چا هم دا ګومان نه کاوه، چې دا دې هماغه پخوانۍ مرخڼۍ وي او دا ټول هغه څه وو، چې ګلاجان يې له ډېره راهیسې هيله لرله.
د چکرونو په لړۍ کې چې يو مازيګر دواړه په يوه پارک کې د چيپسو په خوړلو لګيا وو، لږ څه وړاندې يو هلک چې د ګلانو له ټل سره دوی ته مخامخ ناست و، ګلاجان وليد. هلک هغه ته اشنا ښکاره شو او چې يو څو ګامه مخې ته ورغی، نو پوه شو، چې شاهد دی. شاهد يو ښکلی، لوړ دنګ او د وخت د موډ سره برابر زلمی و. تر ستړي مشۍ وروسته يې راوست او مرخڼۍ ته يې وويل:
ــ دا زما د ډېر نږدې دوست اوښی، شاهد دی. هغې هم په لنډو ټکو کې ورته هرکلی ووايه. ګلاجان هغه کېناوه، خوږه مرکه يې ورسره پيل کړه. د خبرو په اوږدو کې مرخڼۍ يو ځل د سترګو لاندې وروکتل او په سرسري نظر يې د هغه جاج واخیست. په يو ځل کتلو هغې ته شاهد دومره ښکلی ښکاره شو، چې په څو شېبو کې يې د زړه پر کور زلزله راغله او شاهد چې هم کله په غلچکي نظر وروکتل، نو مرخڼۍ ورته د پنځلسمې سپوږمۍ ښکاره شوه. د خبرو په يوه پړاو کې د دواړو سترګې داسې سره وجنګېدې، چې د دواړو زړونو د مينې کرښې په کې له ورايه لوستل کېدې. لږ وخت کې په سترګو سترګو کې سره دومره بلد شول، چې لکه له کلونو چې پر يو بل مينان وي. درې واړه تر ماخوستنه ناست وو. زړونو يې غوښتل، چې تر سهاره ناست وای، خو د تيارې په راتللو ګلاجان پاڅېد. د دواړو زړونه ودرزېدل، خو شاهد چې څنګه له ګلاجان سره خدای پاماني کوله، هغه يې لاس کلک ونيو او تر ټينګ ست وروسته يې کور ته راوست.
د شپې يې په ډېره ماهرانه توګه مينه د پخلي تر بريده ورسېده. له همدې نېټې وروسته به شاهد وخت نا وخته د هغوی کره ته. هغه په ځانګړې چالاکۍ د ګلاجان سره دوستي ټينګه کړه او بيا داسې وخت هم راورسېد، چې مرخڼۍ ته د شاهد په مقابل کې ګلاجان هسې يو ناشولته او ساټلا انسان ښکاره شو. هغې يو ځل پرېکړه وکړه، چې د ګلاجان لپاره د شاهد مينه په سیند لاهو کړي، خو د زړه بلبل يې پر داسې ګل ناست و، چې پاڅېدل يې ترې ناشوني و او يو وخت چې د دواړو د ارمان بچي په کړيکو شول، نو خپلو کې يې داسې يوه چلوټه جوړه کړه، که تر سره شوې وای، نو د دواړو ارمانونه يې پوره کول.
په پای کې هغه ورځ هم راورسېده. هغوی درې واړه د يوه غرني تاريخي ځای سیل ته لاړل. مرخڼۍ په هغه ورځ د اسماني رنګه جامو، لوڅو وېښتانو او تورو عينکو سره په رښتيا هم مادوري ښکاره کېده. د مازيګر تر ناوخته وګرځېدل. ماښام نږدې شو. په هغه ورځ د اسمان څنډې ډېرې تورې او غمجنې ښکاره کېدې. شفق داسې رنګ درلود، لکه د مرخڼۍ له سترګو چې وېرېدلی وي. شاوخوا هېڅوک نه ښکاره کېدل. هغوی ټول تاريخي اثار ليدلي وو، يوازې يو ځای پاتې و. د ګلاجان زړه و، چې د باران د راتلو له وېرې لاړ شي، چې دې کې شاهد ورغږ کړ:
ــ راشئ! دا ځای هم وګورئ! بيا به ځو.
هغوی دواړه په ګړنديو ګامونو ور روان شول، خو مرخڼۍ ترې مخکې ورسېده. هغې د څاه ليدلو ته سر ورکښته کړ او بيا يې وويل:
ــ اوهو! څومره لويه او تاريخي څاه ده!
هغې لا بله خبره نه وه کړې، چې ګلاجان هم د ليدلو لپاره سر ورټيټ کړ، خو لا يې سر نه و راپورته کړی، چې مرخڼۍ د شا له لوري يوه زوروره جټکه ورکړه. هغه به لا د څاه تل ته رسېدلی نه و، چې له دې سره يې د رشخند په توګه په زوره ورنارې کړې:
ــ « پيار کرنې والې کبهي ډرتې نهي» او بيا يې خپل دواړه لاسونه د شاهد په غاړه کې امېل کړل.
۲۰۰۰- ۱۰- ۲۳
پېښور.
د خرو لار
کاشکې نه وای راغلی!! که دا ځل واوښتم، بیا به را نه شم. ډاکټر صیب به څه وايي؟! په څومره کړاو يې د انټروۍ فورمه راکړه او زه لا دلته یم؟! اف! زما خواره بخته! سبا مې د مقررۍ نېټه ده. په زړه کې مې دا غمونه تلل، چې ناڅاپه نور محمد راغی او په لېوالتيا مې چې وپوښته، نو ويې ويل:
ـ کلکه بنده ده.
ـ ډېره کلکه؟
ـ هو، خو حاجي افضل او انجينر رسول تېر شوي وو.
ـ په کومه؟
ـ د خرو پر لار.
ـ ښه يانې د خرو پر لاره انسان پرېږدي؟
ـ هو، ښه ده هلته څه چاره ماره کېږي. روپۍ يا د بتۍ کارت.
د نور محمد د خبرو سره مې اميد پيدا شو او له جلال اباده تورخم ته روان شوم. رښتيا خو دا وه، چې د طالبانو واک ته د رسېدو سره پر افغانانو د خدای له لوري يو بل ستر عذاب هم نازل شو. داسې ورځ به نه وه، چې د تورخم د دروازې سره به هره ورځ دوه يا درې کسه افغانان نه مړه کېدل. ډېرو ښځو به د سرک په خوا کې ماشومان وزېږول، خو پاکستاني ملېشو به د ډېورنډ له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکوله. وهل، رټل او سپکې سپورې هغه څه وو، چې افغانان به هره ورځ ور سره مخامخ وو. لنډه دا د بې عزتۍ او بې شرمۍ حد نه و.
په موټر کې تر ډېره د تورخم نه د اوښتو غم ته فکر وړی وم. زړه مې و، چې د څنګ له ملګري سره خوله ګډه کړم، چې دې کې هغه رانه په بېوزلۍ پوښتنه وکړه:
ـ وروره څنګه به اوړو؟
ـ وايي چې د خرو او اوښانو پر لاره کېدای شي، چې تېر شو.
سړی حيران شو:
ـ د خرو او اوښانو لار؟!
پوه شوم، چې لومړی ځل يې دی، نو ورته ومې ويل:
ـ په تورخم کې يوه بله لار هم شته، چې د خرو او اوښانو په لار مشهوره ده. کله چې پر موږ د سرک عمومي لاره بنده شي، نو بيا پر دې لاره په يوه نه، په يوه طرېقه ځو.
سپين ږيري په عاجزۍ وويل:
ـ هغه کومه طرېقه ده؟
ښه لار يې دا ده چې د بټۍ کارت ولرې. هغه مخ نور هم رانږدې کړ او ويې ويل:
ـ د بټۍ کارت ملل متحد ورکوي؟
د هغه په خبره خندا راغله او ورته و مې ويل:
ـ تاسې څه کار کوئ؟
ـ دا پوښتنه مه کوه!
ـ بيا هم؟
له يوه اوږده اسويلي په بدرګه يې وويل:
ـ يو وخت په وزارت کې معين وم، خير دا به پرېږدو، دا ووايه، چې د بټۍ کارت راته جوړولی شې که نه؟
ـ د بټۍ کارت هغه خلک لري، چې خره لري او مالونه پرې يوه او بل لوري ته اړوي.
ما لاپه دې هکله خپله ناتواني پوره نه وه ورڅرګنده کړې، چې تورخم ته ورسېدم. مازيګر مهال و. بې شمېره ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو او نورو د خرو او اوښانو د لارې سره زړه ستړی انتظار کاوه. درې کسه پاکستاني ملېشه ربړونه په لاس د ګواښ په حال کې په خپله دنده بوخت وو. زه د زمانې دې ملنډو ته فکر یووړم، چې يو وخت همدې ملت د نړۍ لوی ځواک په ګونډو کړ. د ناپالم بمونو ته به يې سرونه نه ټيټول، خو اوس يې د نورو زنې په زارۍ نيولې. زر بېرته د ځان په غم کې شوم. د سبا ورځې، د مقررۍ د نېټې ورځ.
حيران وم، چې څه وکړم؟! د رشوت ورکړه هم جرئت او ځانګړې پوهه غواړي. څنګه يې ورته ووايم؟! د دومره خلکو په مخکې د روپو ورکړه بده و نه ګڼي؟! په همدې کې ماښام رانږدې شو. نور نو ځمکې ځای نه راکاوه. زړه مې کلک کړ او د انډوخر سر ته مې ځان ورساوه. له ښه بخته دې وخت کې يو ملېشه راغی. ښايي چې زما د مجبورۍ او اړتيا نښې به يې زما په څېره کې لوستې وې، چې پټ يې راته وويل:
ـ پنځه سوه روپۍ راکه، زه به د هغې کوډۍ سره ولاړ يم، ته به راشې ما سره به د غېږې ستړې مه شي وکې او همدې کې به واوړې.
د ملېشه له اخلاقي جرئته ډېر خوښ شوم . د سترګو په رپ کې مې روپۍ ورکړې. هغه لاړ او د څپرګي سره ودرېد.
ښه څنګه ورشم؟! دا بل خو ډېر بې رحمه او له سپکاوي نه ډک ګوزارونه کوي. د څپرګي پورې به ټول لس شل ګامه واټن و، خو د بې شرمۍ په کې حد نه و. څو ځله مې زړه کې وويل، چې راشه پرې ورمنډه کړه، خو زړه به اجازه نه راکوله. د ځم او نه ځم د مشورې په يوه وخت کې چې ملېشه لږ بل خوا ته وکتل، نو بېواکه مې د څپرګي لوري ته منډه کړه. په ځان نور پوه نه شوم، خو د ملېشه لوري ته غوږ مې له وېرې ټوپونه وهل. له نېکه مرغه تر هغه چې راباندې پوهېده، نو څپرګي ته بيا وررسېدلی وم. هلته مې ډېر زر ملېشه ته غېږه ورکړه، خو هغه به په دواړو لاسونو له ځانه لرې کولم. له دې سره مې نور هم کلک ونیو او زر زر مې ورته وويل:
ـ جوړ تکړه، څه حال دی کور ته خيريت دی، نور څنګه يې؟ او ... هغه چې به څومره له ځانه زما د لرې کولو زورونه کول، خو ما به د يوه ښه دوست په څېر ځان پورې نور هم راټينګاوه. د هغه زورونو اخر حيران شوم، یو وخت مې خپل ښي لوري ته وکتل، نو هغه ملېشه مې وليد چې له ما يې پنځه سوه روپۍ اخيستې وې، هغه له ډېرې خندا خپل بډوډي نيولي وو او په داسې حال کې چې له خولې يې لاړې روانې وې، په لږ لوړ غږ يې راته وويل:
ـ کابليه سړی دې غلط کړی دی، ما درته ځان ښودلی و، خو ته بل چا ته غاړې وتې يې. سړی پرېده. زر شه ښپې وباسه!!
پېښور - ۲۰۰۱