"ادبیات معاصر افغانستان"

دا سرونه دا رسمونه ( د زرین انځور داستانونه ) [۳]

Image Description

زرین انځور

 

                                                                                                د نيمو شپو سندرې خوند که!

 

سندرې او سازونه گرم روان وو. د طبلې اواز به د کلي په فضا کې داسې خور، ور و چې تا به وې ټول کلى د زير او بم په اوازونو کې نغښتل شوى دى. دغو اوازونو د کلي د هر ماشوم، ځوان، پېغلې او زاړه په غوږونو کې انگازې جوړولې. 

لوى واده و. دوه جوړې ډمان راغلي وو او د دواړو جوړو سازيانو او سندرغاړو به په نوبت سره خپل وار تېراوه. دوه ورځې مخکې لا دا اوازه وه چې په پلانکي کلي کې واده دى او ځکه خو له شا او خوا کلو څخه او ان له ډېرو لرې ځايونو څخه جوپې، جوپې خلک واده ته راغلي وو او په لوی ډاګ کې یې د سازیانو او سندرغاړو د ناستې له ځای څخه څو حلقې او کړۍ جوړې کړې وې. د لوى ډاگ په منځ کې څو ټغرونه خواره وو. د سازيانو ډله پرې ناسته وه. گرچاپېره کټونو يوه حلقه جوړه کړې وه او د کټونو مخې ته زلميان او ماشومان څو، څو حلقې راچاپېر شوي وو او په خاورو او دوړو کې ناست وو. کوم څوک چې به له خپله ځايه پورته شو، نو د خاورو او دوړو يوه سلسله به هم ورسره را په مخه شوه او له هرې کړۍ او له هره نزدې کټه به اواز راپورته شو چې: 

ـ هلکه کينه! مخه دې رابنده کړه... دا څه سيلۍ دې جوړه کړه!

او چا به لا په کې نورې ټوکې او ملنډې هم وکړې، خو هغه ځوان يا ماشوم به ځان له حلقو راوښکه او په کوم تکل چې به راپورته شوى و، هماغسې به يې وکړل. په يوه، يوه کټ کې به ډلې ډلې کسان ناست وو او دومره ولولې او مستۍ به روانې وې چې په هره شېبه کې به د يوه، يوه کټ د ماتېدو اوازونو د ساز له مستو څپو سره خامخا ملگرتيا کوله. 

سازيانو خپل سازونه نور هم گرم کړل. دوه تنه سندرغاړي جگ شول. ټولو ناستو کسانو او نندارچيانو همدغو دواړو ته انتظار درلود، ځکه چې دوى ډېره مشهوره سندر غاړې جوړه وه او خداى خبر چې په غږونو کې يې څه ډول تاثير پروت و خو چې د دوى غږ به پورته شو، نو په غرونو کې به يې هم انگازې جوړې کړې. ځوانې او زړې به هم د بامونو سر ته راجگې شوې او ماشومانو به هم تر نيمو شپو د ناستې حلقې نه خوشې کولې. 

دواړه جگ شول. باجې يې غاړو ته واچولې او چې څنگه يې غږ پورته کړ نو يوه په کې دا ټپه وکړه چې: 

خداى دې زما کړه غونډې منډې
 لنډى کچر به چلوم تا به ساتمه
 او بل سندرغاړي هم له (يه قربان) وروسته د غږ هنگامې جوړې کړې چې: 

کور دې نزدې ديدن دې لرې
 ديوال دې ړنگ شه چې وړيا دې ووينمه
 ***

او سازونه لا بيا هم هماغسې گرم وو. ماشومان او تنکي زلميان به يو، يو پورته کېدل او کورونو ته به تلل. د ځينو سرونو به ټالۍ خوړلې، خو نه يې غوښتل چې له خپلو کړيو جلا شي. لومړى ډېرې خنداگانې وې. گڼه گوڼه وه، خو شپه چې به هر څومره پخېدله، نو د مجلس خوند به هم زياتېده او غالمغال به هم کمېده... په تېره بيا چې کومه کيسه به کوم سندرغاړي راواخيسته نو ټول ناست کسان به غوږ، غوږ شول او هيچا به هم څه نه ويل. 

يوه ډېره ښه او خوږه کيسه چې خلاصه شوه، نو سندرغاړي بيا ټپه وکړه چې: 

د نيمو شپو سندرې خوند که
 څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

او دويم سندرغاړي هم غږ پورته کړ: 

مجلس خو پس له نيمو شپو وي
 څوک چې بړستنې تودوي کور ته دې ځينه

او له همدې ټپې سره سم ساز غلى شو. سندر غاړو باجې له غاړو نه لرې کړې او په ټغرونو کېناستل. له طبلو نه اوړه لرې شول او د نيمې شپې د چايو پيالې هم په سازيانو تقسيم شوې او هم په کټونو کې په ناستو کسانو، خو ټولو کسانو ته نه پيالې رسېدلى شوې او نه چاى. د چا چې تالې وې، نو يو يو گوټ چاى ورته، لکه د درو په شان ورورسېد. 

***

له لږې شېبې وروسته بيا ساز شروع شو. شپه چې هر څومره پخېدله او تېرېدله د ساز هم خوندور کېده. که کوم چا له به خوب ورغى او سر به پرې دروند شو او غوښتل به يې چې له ځايه پورته شي، نو په څنگ کې ناست ملگري به ورته وويل: 

ـ کينه کينه... سندرې خو پس له نيمو شپو خوند پيدا کئ. 

او هغه به هم له غيرته بېرته کېناست او داسې به په خپل ځاى مېخ شو چې تا به ويل هغه دى ځان ترې هېر شو. 

د نيمو شپو سندرې نورې هم خوږې شوې. سازيانو او سندرغاړو نور هم خپل مجلس گرم او په زړه پورې کړ. هم په ساز او سندرو کې يو خاص هيجان او حالت پيدا شو او هم په اورېدونکو او ناستو کسانو کې. يوه سندرغاړي زنځيري چاربيته شروع کړه او بل به يې سر ورسره تاوولو. دا په چاربيته کې يوه کيسه وه او سندرغاړو دومره په خوند ويله چې تا به ويل پاړوگر، دي جادو کوي. ټول خلک چوپ وو. 

چا غوږ هم نه خوځاوه او څنگه چې سندره او چاربيته نيمايي ته ورسېده، نو يو ناڅاپه په يوه کونج کې يوه عجيبه شان کړيکه واورېدله شوه. گڼه گوڼه جوړه شوه او له يوه کټ نه گڼ شمېر کسان راچاپېر شول. زما سره په څنگ کې يو هلک له ځايه پورته شو. خپل څادر يې وڅانډه او شا او خوا کسان يې په خاورو او دوړو کې پټ کړل. هماغه خوا ته يې ورمنډه کړه. ټولو ماشومانو هغې خوا ته منډې وهلې او منډو کې به يې ويل: 

ـ هغه دى بختور بيا پيرانو ونيو... 

بختور پيرانو نيولى و. زور يې کاوه او يو عجيبه شان زور يې پيدا کړى و. لسو دولسو کسانو هم په اسانۍ سره نه شو ټينگولى. له خولې نه يې سپين زگونه روان وو او لا هماغسې په زور کې و. د بختور شا او خوا ته د خلکو گڼه گوڼه ساعت په ساعت زياتېدله، خو سازونه لا روان وو. په کړيکو او پيرانو سندرې نورې هم گرمې او لا گرمې شوې. 

بختور چې به هر واده ته لاړ، نو د نيمو شپو په سندرو کې به خامخا پيرانو نيوه او ځکه خو هغه اوس په ((پيراني بختور)) مشهور شوى و. خو خداى خبر ولې بختور له ودونو سره دومره مينه لرله. په هر ځاى کې چې به يې د واده واورېدل، بختور به ورروان و. که په ډېرو لرو کلو کې به هم واده و، نو له هغه نه به نه پاتې کېده. په تېره بيا که به يې واورېدل چې ډېره ښه سندرغاړې ډله واده ته راځي. که هغه ته به دې هر څومره وويل چې: 

ـ بختوره څه کوې؟ ډېره اوږده لار ده، کرارې په کور کې کينه... 

نو هغه به څه خاص ډول خندا وکړه او د خندا په څپو کې به يې وويل: 

ـ واده دى څنگه لاړ نه شم؟ ډمان هم راځي. که هر څومره لرې وي ځم... ورځم. 

او هغه به لاړ... هر واده ته به همداسې ورتلو او په هر واده کې چې به د نيمو شپو سندرې همداسې گرمې شوې او هغه مشهورې کيسې به سندرغاړو راواخيتسې، نو بختور به بيا پيرانو نيولى و. د هغه پيران هم څه داسې عادي پيران نه وو. که پيران به پرې راغلل، نو ټول واده په يې په سر واخيست. 

زموږ د کلو په ودونو کې د بختور پيران د هر واده او ټنگ ټکور يوه برخه جوړه شوې وه او په زړه پورې يې لا دا وه چې اوس به د بختور له پيرانو پرته واده هم بې خونده ښکارېده. په ودونو کې به د ښادۍ ډزې هم کېدلې او چې ډزې به ډېرې او تودې شوې، نو د بختور پيران به لا پسې مست شول او هغه به يې هم لا پسې مست کړ. 

بختور ښه ځواني لرله. په قد برابر، ښکلى او زړه راښکونکى، خو کومه شپه چې به واده و او دى به پيرانو پکې ونيو، نو بيا به يې تر يوې اونۍ رنگ ځاى ته نه راتلو. ښکارېدل داسې چې د هغه ځواني هم د هغه پيرانو خوړله. له يوې ورځې نه بلې ورځې ته او له يوه واده نه بل واده ته به يې ځواني څه مړاوې شان ښکارېده خو بيا هم بختور له ساز او سندرو نه، نه منع کېده. په هر ځاى او هر وخت کې چې به يې واورېدل چې په پلانکي ځاى کې واده دى، نو که دى به په هر حالت کې و، ځان به يې د واده ځاى رساوه. په هر ځاى کې چې به کېناست، نو هماغلته به تر اخره ناست و. که په کټ کې به ځاى ورته پيدا شو او که پر ځمکه، خو کوشش يې کاوه چې ځان د ساز او سندرو ځاى ته نزدې کړي. زياتره به د سندرو او سازونو په محفلونو کې تکړه ځوانانو ځانونه د هغه څنگ ته رسول. ځکه چې ټول د هغه په پيرانو خبر وو. 

او يوه ورځ بيا يو لوى واده و. سندرې او سازونه گرم وو. زلمو او وړو د کلي په يوه لوى درمند کې له سازيانو او سندرغاړو گرچاپېر حلقې جوړې کړې وې. بختور هم راغى. هغه دا ځل د کټ لټون هېڅ هم ونه کړ او په يوه کړۍ کې يې ځان ځاى کړ. دا ځاى ساز او سندرو ته نزدې و. 

که هر څومره گڼه گوڼه به وه، خو بختور به غوږ هم نه خوځاوه او سترگې به يې د ميدان له مېنځ څخه کله هم نه اړولې. د هغه حالت خداى خبر ولې نن بل ډول و. په نورو ودونو او سازونو کې به يې کله، کله چا سره يوه نيمه خبره کوله، خو نن بيخي چوپ و. هېڅ يې هم نه ويل. يوازې ساز ته يې غوږ و. سازونه او سندرې گرمې وې. سندرغاړي مستې سندرې ويلې او سندرې چې زياتې مستۍ ته ورسېدې، نو بختور خپل ځان نور هم ساز او سندرو ته نزدې کړ. هغه خوا ته يې توجه نوره هم زياته شوه، خو خداى خبر چې څنگه يې په رنگ کې بيا هم عجيبه شان بدلون ليدل کېده. 

هغه ساز او سندرو ته متوجه و، خو فکر يې ترې والوت او څو کاله پخوا وخت ته لاړ. د خپل واده صحنه يو ځل بيا ورياده شوه او رنگ يې نور هم پسې زېړ شو. هغه لکه چې دلته نه وي ناست. لکه چې هماغه وخت وي او د بختور د واده شپه وي او دى هم لکه د نورو ډېرو خلکو په څېر گرم، گرم په کې گرځي او هغه يو وار څه ډزې واورېدې. په ودونو کې ډزې عادي خبره وه او ودونه به لا پرې گرمېدل، خو په دغو ډزو لکه چې د بختور سينه سورۍ شوې وي... او بيا يو وار چيغې او کړيکې شوې. د بختور ناوې ويشتله شوې وه او معلومه وه چې چا ويشتلې ده. د بختور د پلار په خپلوانو کې يو بل چا هم غوښتل چې واده ورسره وکړي او دا خبره څو کاله ځنډېدلې او اوږده شوې وه. 

ډېرې خبرې او ډېرې پېښې يې رامېنځته کړې وې. دواړه کورنۍ پرې لومړى خوابدۍ ته او بيا وروسته بدۍ ته رسېدلې وې. د بختور تر کوژدنې وروسته څو ځلې د هغه او د هغه د ورونو له خولې اورېدل شوي وو چې: 

ـ رانه به خير ونه ويني... او خوشحالي به پې غم کو... 

او بيا رښتيا هم همداسې وشول. د بختور خوشحالي په غم بدله شوه او هغه هم د ناوې په مرگ... او د بختور رنگ نور هم پسې زېړ شو. اوس خو يې هېڅ هم نه اورېدل او هسې لکه کومه مجسمه چې دې ساز او سندرو ته کېنولي وي. 

د هغه په ذهن کې بيا څه زلزله جوړه شوه بيا يې د زړه آرمانونو غزونې وکړې، بيا د ناوې د مرگ شپې او د واده شپې ته لاړ. بيا يې له ځانه سره په شونډو کې وويل: 

نامرده! په ښځه دې ډزې وکړې... هغه دې مړه کړه... ؟ 

او د ذهن زلزله يې نوره هم زياته شوه او هلته سندرې نورې هم پسې مستې او گرمې شوې او د بختور شونډې بيا وخوځېدې: 

ـ ناځوانه! بې غيرته! تښتېدلى خو به نه! اوس دې زه چېرته پيدا کړم... نور دې په کوم، کوم ځاى کې ولټوم... ؟ 

او د بختور شونډې همداسې پسې خوځېدلې. خداى خبر څه، څه يې ويل. هلته په هغه شپه کې و چې واده غم شوى و او چې ډولۍ جنازه شوې وه. دى هلته و، خو دلته لا ساز له يوې شېبې نه بلې شېبې ته مخ په گرمېدو او خوږېدوو، ځکه چې د نيمو شپو سندرې شروع کېدلې، خو يو ناڅاپه بيا يوه کړيکه شوه او د مېدان په يوه کونج کې خلک راټول شوو. يو چا وويل: 

ـ هغه دى بختور بيا پيرانو ونيو... 

هغه پيرانو نيولى و. د هغه لويه چغه د هغه د پيرانو خبردارى و، خو دا ځل څه بل ډول پيران وو. بختور هماغه يوه کړيکه وکړه. د پخوا په شان غورزې پرزې يې نه کولې. له هماغې يوې کړيکې وروسته چوپ شو. بيخي چوپ. سندرې ښې گرمې وې. سندرغاړي بيا غږ پورته کړ چې: 

د نيمو شپو سندرې خوند که

څوک به مين وي څوک به ورک له ملکه وينه

خو ډېر زر په ناستو کړيو کې څه گنگوسى خور شو او بيا ډېر زر ساز هم چوپ شو، لکه د بختور په څېر. 

((١٣٦٢هـ. ش. کال))





 

                                                                                                        ... او قاصد په ژړا شو!


 

منصبدار ډېر په قار راننووت. د مخ رنگ يې سور او شين اوښت ناارامه لاسونه يې بې اختياره يوې او بلې خوا ته اچول. سپين پلن مخ يې له تورو نرو شونډو سره د هغه څېره وربې ډوله کړې وه. خپله خړه خولۍ يې په ډېره بيړه له سره راکوزه کړه او په قار يې پر مېز کېښوده. خولۍ يې په سر کې داسې گرده ليکه جوړه کړې وه، لکه ورپورې ټک وهل شوې چې وي. په خپلو کلکو ويښتانو يې په منډه، منډه لاس تېر کړ. وېښتو يې قات اخيستى و. شلېدلى شان سپين کاغذ يې په لاس کې و. څو، څو ځلې يې بد، بد ورته وکتل او نور هم سور شو. بېرته يې جېب ته ورواچاه. بيا يې له جېبه رابهر کړ. شونډې يې ورته وچيچلې او دا ځلې يې همداسې د مېز پر سر کېښود. پر چوکۍ باندې له کېناستلو سره سم يې حاضرباش ته په زوره غږ کړ: 

ـ هلکه دلته راشه!

حاضرباش په چابکۍ د آمر دفتر ته ورننووت. په وره کې يې له ډېرې وېرې تيندک وخوړ او نزدې پړمخې لوېدلى و. د هغه تيندک هم د هغه د سلام په شان منصبدار ونه ليد. حاضرباش يو لنډ ټوخى وکړ. منصبدار هغه ته بد، بد وکتل. په خپل سر يې بيا لاس کش، راکش کړ او په قهرجنه لهجه يې ورته وويل: 

ورشه... راوله هغه خټک بندي!

او حاضرباش په داسې حال کې چې د قارجن منصبدار له وېرې يې زړه لړزېده، پښې يې کلکې په ځمکه ووهلې او په لړزېدلي غږ يې ځواب ورکړ: 

ـ په سترگو صیب - ورځم صیب!

دا يې وويل او په بيړه له کوټې و ووت. دروازه يې په ځان پسې بنده کړه او په دهلېز کې يې د چټکو گامونو غږ په خپرېدو شو... د زندان آمر چې يوازې شو، يو ځلې يې بيا په خپلو وېښتو لاس راکش کړ. سپين کاغذ يې ځانته رانزدې کړ. د هغه پر مخ ليکنو ته يې په قار، قار وکتل. لنډه شېپه همداسې تېره شوه. بېرته يې له مخې لرې کړ. د مېز څنډې ته يې ورساوه. خپل ځان ته يې فکر شو. په خپلو ځونډو او مډالونو يې گوتې وهل پيل کړل. په سينه يې څه ډېرې او رنگ په رنگ نښې، نښانې ښکارېدې. د هغو د گټلو يادونې يې ور په زړه شوې. هرې يوې يې د يو، يوه انسان د وژلو په بيه پر ټټر ځاى نيولى و. په بې ډوله شونډو يې نامعلومه شان موسکا وځغلېده. ځان ورته وياړلى(!) ښکاره شو. خپلې نښان لرونکې خولۍ ته يې وکتل. بيا يې کاغذ ته ورپام شو. موسکا ترې وتښتېده. شونډې يې وچيچلې او بيا يې کاغذ خپلې مخې ته ونيو. شونډې يې بې اختياره ورپېدې او تنگې سرې سترگې يې لا سرې شوې. د مخ بڼه يې سپينه واوښته او بيا يې کاغذ ته بد، بد وکتل. بد يې ترې راغلل، لکه پلار چې يې همدې کاغذ وروژلى وي. ژر يې له مخې لرې کړ. د مېز هغې بلې څنډې ته يې ورساوه. بيا يې ځانته پام شو، لکه چې خپل نښانونه ورته لږ ښکاره شول. د هغه ځينې ملگري د ((بخشي)) رتبو ته رسېدلي وو. له ځانه سره يې سوچ وکړ. د ((بخشي)) رتبې ته د رسېدو هيله ورسره پيدا شوه. په فکر کې شو چې ما خو څه لږ کسان نه دي وژلي چې لا تر اوسه ((بخشي)) شوى نه يم. د دروازې په رابېرته کېدو سره يې دا فکرونه والوتل او وره ته ځير شو. حاضرباش يوازې راننووت. پښې يې کلکې په زمکې ووهلې او په لړزېدونکي اواز يې وويل: 

ـ بندي نه راځي صیب!

ـ څه شى؟

ـ صیب! بندي راتلو ته نه دى چمتو - دلته. 

ـ چوپ شه بدبخته! دا زندان دى زندان... دلته يوازې زما امر چلېږي بس، زما امر پوه شوې؟ ځه په منډه يې راکش که - بدمرغه انسان!

او حاضرباش له ناچارۍ ځواب ورکړ: 

ـ ډېر مې ورته وويل صیب له لاسه مې هم راکش کړ، خو راسره رانغى... 

او منصبدار لکه په هېڅ ډول چې يې د دې ځواب انتظار نه لاره، له قاره نور هم پسې سور شو او ورغږ يې کړ: 

ـ ورک شه را يې وله - په ټکولو ټکولو! د خپل کور خيال يې کړى دى. چټک دا بدمرغه راوله... هه! نه راځي... !

او حاضرباش په ناچارې د سلامۍ له وهلو وروسته په بندي پسې لاړ. د منصبدار قار لس چنده شوى و. سترگې يې لکه لږې چې نورې هم تنگې شوې وي. په تندي يې د قار خولې بهېدلې. په بيړه يې له جېبه دسمال راوکښه. په تندي يې راښکود او بېرته يې په کيڼ جېب ورومانډه. له ځايه پاڅېد. په کوټه کې يې په گرځېدو پيل وکړ. ترور و، په قار و او د بندي په راتلو او پر هغه د خپل زړه د تشېدو انتظار يې لاره. قهرجنو شېبو په ډېره بيړه يو په بل پسې منډې وهلې. ور بيا بېرته شو. زېړ مخى حاضرباش وارخطا ښکارېده. سلامي يې له ياده ووته. زبېښلې وچې شونډې يې بې واره رپېدې او په يوه سا لگيا شو: 

ـ صیب! هغه نه راځي. وايي چې د زندان مشر دې خپله راشي. ډېر په قار دى... هغه موږ ته ډېر بد رد وايي.... 

د زندان مشر حاضرباش ته تريو، تريو وکتل او د هغه خبرې يې په ستوني کې وروچې کړې. په بيړه د مېز خوا ته لاړ. خولۍ يې د مېز له سره راپورته کړه. په دوه لاسي يې په سر ورزور کړه او په ډېره تندۍ د دروازې خوا ته رهي شو. ور يې بېرته کړ. بېرته راوگرځېد، لکه يو شى چې ور په ياد شوى وي. د مېز خوا ته ورغى او کاغذ يې ترې راواخيست، جېب ته يې کړ. حاضرباش ته يې هېڅ هم ونه ويل او په منډه له خپل دفتره ووت. حاضرباش او څو تنه نور سپاهيان ورپسې روان شول او لږه شېبه وروسته ټول د بندي کوټې ته ورننوتل. بندي په يو شلېدلي کټ کې پروت و. پر پښو يې زړه بړستن اچولې وه. د ځان کالي يې هم شلېدلي وو. ډېر نه، يو نيم ځاى يې څېري شوى و. سر او ږيره يې ببر شوي وو او د ده اصلي څېره يې تقريباً پټه کړې وه. په تکه توره کوټه کې چې په ديوالونو يې راز، راز شعرونه ليکل شوي وو، پروت و، لکه چې بندي شاعر خپل ټول زړه ديوالونو ته تش کړی و. هسې خو چې به هغه چورته سپين کاغذ او د مشواڼۍ رنگ پيدا کړ، نو خپل زړه به يې د کاغذ پر مخ تش کړ، خو په دې زړه کې څه دومره د راز خبرې پرتې وې چې د زندان په دومره لږو کاغذونو کې پاى ته نه رسېدې. د تنگې کوټې په لنډو، تنگو ديوالونو کې هم د هغه شعرونه، نه ځايېدل. دغه ديوالونه د زندان کار کوونکو څو_څو ځلې له څيرمې پاک کړي او وينځلي وو، خو يو څو ورځې وروسته به بيا بېرته ډک شول. 

د زندان آمر د بندي کوټې ته له ورننوتلو سره سم د کوټې ديوالونه له نظره تېر کړل. څو لنډې شېبې چوپ ودرېد او وروسته له هغه يې ورسره راغليوو حاضرباشانو ته مخ ورواړاوه، هر يو يې څو، څو څپېړې ووهل او په قهر يې ورته وويل: 

ـ بدبختانو! دا ديوالونه مو ولې نه دي پاک کړي؟ همدا اوس بايد په منډه دغه ټول ديوالونه پاک کړئ.... 

او هغه لا دا خبره نه وه خلاصه کړې چې حاضرباشان سم د لاسه د ديوالونو په پاکولو لگيا شول. شاعر ورته بد، بد وکتل. بېرته ډېر زر مسکى شو او ورته ويې ويل: 

ـ که مې له وسې نه وي پوره، نور هېڅ! په هوا کې خو به وليکلى شم، شعرونه خپل. پاکوئ يې. له منځه نه ځي شعرونه زما او نه مري شعرونه زما. تاسو په دې نه پوهېږئ. 

او د زندان آمر چې تر دې وخته غلى ولاړ و، په ډېر قار په خبرو کې ورولوېد: 

ـ بس که دا زندان دى! ته بندي يې او زه زندانبان؛ دلته يوازې او يوازې زما امر چلش لري... 

او بندي ته لکه چې منصبدار ډېر وړوکى ښکاره شوى وي. بد، بد يې ورته وکتل او ورته ويې ويل: 

ـ ستا حکم؟ خو زه حکم د ستا منلو ته تيار نه یم. 

ـ ته که تيار يې او کنه زه به دې تيار کړم، د دې حکم منلو ته. 

ـ خو اى مشره د زندان! زه حکم د ستا څه چې حکم ستا د مشرانو هم نه شم منلى!

ـ مگر ته نه پوهېږې په دې چې مرگ ستا او ژوند ستا زموږ په لاس کې دى؟

ـ پوهېږم! خو ته نه پوهېږې په دې چې زه او دا ولس زما هر باتور وېره نه لري د مرگ او نه هغوى باتوران وژلى شئ تاسو!

او منصبدار لکه چې د نورو خبرو د اورېدلو توان نه لاره، په خلق تنگۍ يې ځواب ورکړ: 

ـ وايم بس که! زه دلته شعرو ويلو ته نه يم راغلى. دې ته راغلى يم چې تا منع کړم له شعرو ويلو نه. پوه شه چې دا زندان دى، ته اجازه نه لرې چې داسې بد و رد ووايې واخله... دا کاغذ!

منصبدار په خپل لاس کې نيولى کاغذ بندي ته ورگوزار کړ او خپلې خونړۍ سترگې يې نيغې ورته ونيولې. بندي کاغذ راواخيست. مخې ته يې ونيو. په کاغذ کې د هغه شعر ليکل شوى و. په شعر کې يې د مغلو او د دوى د واکمنانو په وړاندې د خپلو خلکو ننگونه ستايلي وو. بندي خپل ټول شعر له ځان سره ولوست او دغه يو بيت خو يې دومره په لوړ غږ ووايه چې منصبدار او د هغه ټولو حاضرباشانو واورېد. خداى خبر دې بيت کومه ژوندۍ خاطره ورياده کړه چې: 

ما هاله ماتم د ځان وکړ په وينو
 چې اټک و ته مې شا کړه په ژړا شوم

بندي خپل شعر بيا هم له سره ولوست او د زندان مشر ته يې سترگې ورواړولې: 

 ـ نو لکه چې تاسو بد وړئ له شعر ويلو او ليکلو ځنې هم؟

د زندان د مشر هغه پخوانى قار يو ځلې سوړ شو. دا وار يې په قار نه په سړه سينه بندي ته مخ ورواړوه: 

ـ نه موږ له شعر ويلو بد نه وړو. زموږ په دربارونو کې ډېر شاعران روزل کېږي، درناوى يې کېږي. خولې او جېبونه يې له زرو او پيسو ډکېږي. خو هغوى څه داسې شعرونه نه وايي، لکه ته چې يې وايې. 

او د بندي زړه ته لکه څه ډېرې خبرې چې وريادې شوې وي. سترگې يې د زندان په مشر کې ورښخې کړې او رټ ځواب يې ورکړ: 

ـ تاته پته نه شته دى چې زه شاعر يم دا ولس خپل او هغوى چې تاسو يې خولې او جېبونه ورډکوئ، شاعران نه دي د اولس خپل، شاعران دي د سرو او سپينو زرو. 

ـ او ته هم که غواړې چې شاعر شې زموږ، همدغه سر له ننه به دې په طلاو کې پټ کړو. 

بندي يو ناڅاپه له خپل ځايه راپورته شو. منصبدار ته يې ځان ورنزدې کړ. بد، بد يې ورته وکتل او په ترخه لهجه يې ورته وويل: 

ـ نه، نه زه نه شم کېدلى شاعر ستاسو... نه شم کېدلى غلام د ستاسو!

ـ مگر هغوى نه لري خپل خلک او اولس چې زموږ د دربار شاعري کوي؟

ـ لري به يې خو اولس خپل يې هېر کړى او غلامي يې منلې ده ستاسو. زه او زما خلک فرمان نه شي منلى د ستاسو او د نورو!

ـ دا خو هغه خبرې دي چې ستا پلار هم کولې پوه شه چې انجام به يې ستا لپاره ښه نه وي. 

ـ لکه چې انجام يې ښه نه و ستاسو لپاره هم او بله دا گڼه چې زه هم په لاره ځم د پلار، ځکه چې هغه لاره، لاره ده. زما د اولس د آزادۍ، د ننگ، د جنگ!

د زندان مشر بيا تک سور شو. بندي ته يې بد، بد وکتل. مخکې يې ورسره ماته گوډه پښتو ويله، خو د بندي وروستۍ خبره چې يې واورېده، په خپله ژپه يې څه ويل شروع کړل. له ځانه سره وگوڼېده. په بندي يې بيا سترگې ورسرې کړې، خو څه يې ونه ويل همداسې چوپ پاتې شو. 

حاضرباشانو د دېوال ټول ليکونه او شعرونه په منډه - منډه پاک کړل او چې څنگه دېوالونه پاک(!) شول، نو منصبدار په خپله ژبه حاضرباشانو ته څه وويل. منصبدار مخکې او حاضرباشان ورپسې شول. غوښتل يې چې د بندي له کوټې نه ووځي. بندي ته يو ځلې خندا ورغله. په کټ کټ يې وخندل. 

خداى خبر چې د منصبدار په ناپوهۍ پورې به خندا ورغلې وه او که د حاضرباشانو په گڼه گوڼه پورې چې په وارخطايۍ سره يې هاخوا او دېخوا منډې وهلې! د زندان په آمر دغه خندا ډېره بده ولگېده. بېرته راستون شو. په بندي يې بيا خوله ورخلاصه کړه. څه ډېر بد رد يې ورته وويل، خو يوه خبره يې هم د بندي له خوا بې ځوابه پاتې نه شوه. هغه زر بندي ته شا کړه او په وتو، وتو کې يې همدومره وويل: 

ـ ته سر زورې يې... خو پوه شه په دې چې ژوند به دې درختم کړم. 

منصبدار دا خبره وکړه او له کوټې بهر شو. د هغه په خبره بندي خپه نه شو. داسې خبرې يې ډېرې اورېدلې وې. دا زندان و او دى د مغولو په زندان کې يو بندي شاعر! د زندان مشر چې لاړ، بندي له ځايه پاڅېد. پاک شوي(!) دېوالونه يې ټول ولټول. يو شعر يې هم نه و پريښې. ټول يې له منځه وړي وو. بندي د دېوال هرې برخې ته په حسرت، حسرت وکتل. بېرته خپل ځاى ته لاړ، زړه بړستن يې په خپلو پښو واچوله او په فکرو کې ډوب شو. په زندان کې يې ډېر کلونه تېر کړي وو. د ټولو تېرو کلونو پېښې يې بيا ذهن ته ورغلې. هغه بد چې د زندان بېلا بېلو مشرانو ورسره کړي وو. هغه ستغې، سپورې چې يې اورېدلې وې او هغه کړاوونه چې پرې تېر شوي وو. ټول يې بيا ذهن ته ورغلل. يو، يو يې له سترگو تېر شول. خپل پلار ورياد شو. خپل هغه باتور پلار چې د دې زندان د واکمنانو د سترگو اغزى و. هغه ته لا مخکې يو استازي (قاصد) د پلار د مرگ خبر وکړى و. هغه په دې غم لړلې پېښې يو اوږد شعر هم ليکلى و. دغه شعر يې د کوټې په يو کونج کې پټ کړى و چې څوک يې ونه گوري او بيا يې همدغه شعر د يو قاصد په لاس له زندان څخه خلاص کړى و. بندي ته يو ځل بيا هماغه شعر ورياد شو. خپل اولاد، خپل ياران، دوستان، کلى د کلي او کور خړ، خړ دېوالونه، لوړ لوړ برجونه او د خپلو خلکو کاږه - واږه پټکي او نېغې شملې وريادې شوې. ژوند ورياد شو. د ژوند بهير، د ازاد ژوند بهير! د غم لحظې او د ښادۍ ورځې، شپې يې په زړه وروگرځېدې. ځان ته يې وکتل. يوازې و. په زندان کې و. زړه يې غمجن شو. سر يې کېښود. سترگې يې پتې شوې. تندي يې گونځې وکړې. يو ساعت همداسې پرکاله پروت و. بيا يې لکه چې نور څه په زړه کې تېر شول. په کټ کې کېناست. ټنډه يې پراخه شوه. سترگې يې وغړېدلې. په شونډو يې څه خوږه شان موسکا خوره شوه. د کوټې څلورو واړو دېوالونو ته يې په ځير - ځير وکتل. په خپله ببره ږيره يې ورو - ورو لاس راښکود. خپلو شلېدلو جامو ته يې خيال شو. خپه نه شو. هماغه موسکا يې لا په شونډو خوره وه. 

دا ځل د خپل اولس وياړ ورياد شو. ځان ورته د دې وياړ يوه کړۍ ښکاره شوه. موسکا يې نوره هم زياته شوه. تندی يې نور هم پراخ شو. څېره يې ډېره سپړلې او غوړېدلې ښکاره شوه. د خپلو خلکو راتلونکې يې په سترگو کې رڼه وځلېده. ډېره رڼه! خپل کړاوونه يې له ياده ووتل. په خيال کې يې د روه په سيمه کې د سمسورو گلانو ننداره پيل کړه. هغه بوټي چې بايد راشنه شوې واى او هغه غوټۍ چې بايد غوړېدلې واى. زړه يې وغوړېده. غوښتل يې چې يوه کړيکه وکړي، خو زر يې پام شو چې: 

دا زندان دى!

له ځايه پورته شو. د وره خوا ته ورغى. غوښتل يې چې وربېرته کړي، خو د دروازې په نيمکښو کې چې يې پېره دار وليد دروازه يې بېرته بنده کړه او خپل ځاى ته لاړ. 

***

بندي ته په کال کې څو، څو ځلې له وطن نه قاصد ورته. قاصد به له ځانه سره پېغامونه، ليکونه او څه کالي - مالي راوړي وو. 

بندي به د قاصد په ليدو ډېر خوشحاله شو. ده په هم خپل احوال د قاصد په لاس خپل کلي کور ته ولېږه. قاصد به تل د بدو پېښو خبر راووړ. د قاصدانو په پېغامونو کې د خوښۍ يوه خبره هم نه وه. د بندي لخوا چې به کوم پېغام استول کېده په هغو کې به ډاډ او کلکه اراده پرته وه. 

بندي لا همغسې په خپلو فکرونو کې اخته و او خداى خبر چې د فکرونو دغه لړۍ به يې تر کومه روانه وه، خو هلته د (روه) په سيمه کې يو قاصد هند ته د راتگ لپاره تيارېدونکى و. د بندي زامنو او دوستانو ډېر شيان، نوې جامې، ليکونه، کتاپونه او پېغامونه قاصد ته ورکړل. قاصد يوازې د بندي د ليدو او د هغه له حاله د خبرېدو لپاره راتلو. دا ځل قاصد څه ډېر پېغامونه او له وطن نه څه ډېر نوي خبرونه د بندي لپاره له ځانه سره يو ځاى کړي وو. له ليکونو او کالو سلامت پنډ جوړ شو. قاصد رارخصت شو او د بندي مشر زوى قاصد ته دا پېغام هم ورکړ چې څه موده وروسته به موږ خپله د هغه د ليدو لپاره زندان ته ورځو. قاصد د هند پر لور روان شو. هند ته په رسېدو کې يې ډېر کړاوونه او د مزل ستونزې وزغملې، هند ته ورسېد. ډېر زندانونه يې ولټول. له ډېرو پلټلو وروسته يې ايله، بيله هغه زندان پيدا کړ چې د دوى بندي په کې (بندي) و. دننه زندان ته چا په اسانۍ نه پرېښود. ډېرو پيره­دارانوته يې سوالونه، ځارۍ وکړې. زندان ته يې پرېښود. د خپل بندي پوښتنه يې وکړه. چا ورته د زندان په يو کونج کې يوه کوټه په گوته وښودله. په څنگ کې ولاړ، يو بل پيره­دار ورته ((څوق، څوق)) وکړ او ورو يې هغه ته څه وويل. قاصد د هغه په ژبه پوه نه شو. د هماغې ورښودل شوې تورې، وړې کوټې خوا ته روان شو. خپل په شا کړى پنډ يې د هغه د وره مخې ته په درز گوزار کړ. په شونډو يې د بري او هدف ته د رسېدو بريالۍ موسکا خپره شوه. خوشحاله شو. خپل ځانته يې وکتل. شا او خوا يې وکتل. بنديان څو، څو تنه او يو، يو تن ناست وو. ځينو بنديانو ته پايوازان هم راغلي وو. يو، نيم بندي لا په کوټه کې و. د دوى بندي به ډېر لږ له خپلې کوټې او په کوټه کې له خپل ځاى څخه بې ځايه کېده. 

قاصد يو ځل بيا خپل ځانته وکتل. خپلې جامې يې وڅنډلې. لږې خيرنې وې، لږې نه، ښې ډېرې خيرنې شوې وې. د فاتحانه بري موسکا يې بيا شونډې خوږې کړې. دروازې ته وربرگ شو. په خپل ټول زور يې ور بېرته کړ چې څنگه په کوټه ورننووت، وارخطا شو. سخت وارخطا. زړه يې ودرزېده. په کوټه کې يې يوې او بلې خوا ته وکتل. هېڅوک نه وو. يو شلېدلى کټ لا هماغسې ((بې څوکه)) پروت و. پر دېوالونو ډېر شعرونه ليکل شوي وو، خو ښکارېدل داسې چې څو، څو ځلې ليکل شوي او وران شوي وي. يو نيم شعر او بيت يې لوستل کېده. د زړه درزا يې زښته زياته شوه. (اشرف) په کوټه کې نه و. له کوټې بهر وووت. د زندان په انگړ کې يې سترگې وگرځولې. د خپل راوړي پنډ خوا ته ورغى. له پنډه يې هغه کاغذ او قلم راواخيست چې د اشرف لپاره يې راوړى و. بېرته کوټې ته ننووت. ټول هغه شعرونه يې په کاغذ کې وليکل چې سلامت پاتې شوي وو. په يو کونج کې يې لکه چې ډېر ښه شعر پيدا کړى و. يو ښه شېبه يې ورته رډ - رډ وکتل او بيا يې دغه بيت وليکه: 

په اواز يې غوږ لرئ دروه بلبلو
 په دکن د حال قصه هجري توتا کا
 

قاصد دغه بيت څو، څو ځلې په لوړ اواز له ځانه سره ولوست. د زندان د کوټې پر وچه ځمکه کېناست او هلته يې د شعر لټون کاوه. لکه د اشرف له گوتو لوېدلې مرغلرې چې راټولوي. ټول پاتې شوي شعرونه يې وليکل. بيا يې د دېوالونو لټون پيل کړ. لا په همدې کې و چې ور رابېرته شو. اشرف نه و. يو بل بندي کوټې ته ورننووت. قاصد يې کوټې ته د ننوتلو په وخت کې ليدلى و. دا بندي هم د هماغې ډډې و. ډېر غمجن ښکارېده، قاصد ته يې ستړي مشي وکړل او بيا ورو، ورو په خبرو راغى: 

 ـ وروره! له کوم ځايه او چا ته راغلى يې؟ لکه چې د ليدو لپاره د اشرف خان دى خونړي زندان ته راغلى يې؟

او قاصد لکه چې همدې پوښتنې ته سترگې په لار و، په يوه منډه يې ځواب ورکړ: 

ـ هو! له روهه راغلى يم. د اشرف د ليدو لپاره. 

ـ اشرف خان خو... خو... 

بندي دا خبره په نيولي غږ همداسې نيمه پرېښوده، خو قاصد ترې بيا پوښتنه وکړه: 

ـ څه څه شوي دي زموږ په اشرف؟ څه يې کړي دي پرې؟

ـ اشرف! اشرف نور نه شته دى دلته!

قاصد وارخطا شو او په لړزېدلي غږ يې ترې بيا وپوښتل: 

ـ نشته دى دلته؟ کوم بل زندان ته يې وړى که څنگه؟ ووايه وروره! چېرته دى هغه؟!

او بندي لکه د دنيا ټول غمونه چې ترې همدا اوس د شپول په شان راچاپېر شوي وي، ژبه يې کلکه ودرېده او په ډېره خوارۍ يې ايله همدومره وويلى شول چې: 

ـ هغه... نور هېڅ نه شته دى... دلته... هېڅ!

ـ نه شته؟ څه شو؟ وژلى يې دى... مړ شوى دى... څه پې شوي دي؟

قاصد په ډېره بيړه لگيا و. په يوه سا يې پوښتنې پيل کړې وې. زړه يې پوښتنې کولې. اشرف نه و... دغه بل بندي د اشرف نزدې ملگرى و. د اشرف په بېلتون يې ډېرې ورځې څکه نه وه کړې. هغه خبر و چې اشرف دلته نه شته. قاصد ته به يې له دې پرته نور څه ويلي واى: 

ـ له ډېرو ورځو راهيسې رنځور پروت و، اشرف هغه... توان له ځايه د پورته کېدو هم نه لاره... هر خدمت يې کاوه ما، خو مشر د زندان چې خبر شو، زه يې بند کړم د هغه له خدمته او نه يې پرېښودم د هغه کوټې ته... 

بندي دا ځلې قاصد ته داسې په سړه سينه خبره پيل کړه، لکه هر، هر څه ويل چې غواړي. د قاصد تلوسه وه. د هغه داسې زړه و چې بندي دې راته ټولې خبرې په يوه جمله کې وکړي، خو د بندي پرله پسې خبرو هغه ته د بلې پوښتنې ځاى پرېنښود: 

ـ زه چې د هغه کوټې ته له ورتگ نه بند شوم، سودا مې وه ډېره. په شومه دم د يوې شپې کې مې تر غوږ شو، څه اواز او گڼه - گوڼه. د دروازې په درز کې مې وکتل بهر ته. اشرف خان يې... اشرف خان يې رابهر کړ له کوټې، څو کسو نيولى و په گډه. له زندانه يې ووېست. ما ووهلې چيغې... ټولو به زما کړيکې اورېدلي وي، خو هيچا هم ونه ښوراوه، غوږ. پوه شوم چې زما بندي دوست، اشرف... 

بندي دا ټولې خبرې په يوه سا وکړې، خو دا وروستۍ خبره چې يې کوله ژړغونى غوندې شو او چې د اشرف نوم يې واخيست، يو ځلې چوپ شو، بيخي چوپ... له لږ ځنډ وروسته يې په غلي اواز وويل: 

ـ خلد برين دې ځاى وي د هغه جنت مکان!

قاصد د بندي په وروستۍ خبره ټکان وخوړ. پر ځاى کېناست. په زړه يې غوټه راغله. ډېر وخت همداسې ناست و. بيا پاڅېد. له کوټې وووت. راوړى پنډ يې راوسپړود او هر څه يې په بنديانو ووېشل. غوښتل يې چې بېرته د (اشرف) کوټې ته ننوځي. خو يو پيره­دار د وره مخې ته ولاړ و. د هغه په ولو يې لاس کېښود او ورته يې وويل: 

ـ ځه ځه! نوره دې لاره وهه، دا ځاى دې خوښ شو، که څنگه؟ مگر نه يې پوه چې دا زندان دى زندان! ځه په مخه دې ځه!

قاصد خپل څادر په دوه لاسي څنډ واهه. په ځير يې د وروستي ځل لپاره هغې تورې کوټې ته وکتل. په خپلو جېبونو کې يې د اشرف شعرونه ولټول. يو کاغذ يې ترې رابهر کړ. ورته ځير شو. ځاى په ځاى ودرېد. سترگو له يې اوښکې راغلې. ډېر وخت همداسې ولاړ و، خو يو حاضرباش هغه له لاسه ونيوه بهر یې کړ. قاصد يو وار بيا کاغذ ته وکتل. بېرته يې قات کړ. په جېب کې يې کېښود او خپله لار يې ونيوله. هغه به لا څو گامه وړاندې نه و تللى چې بيا به يې شاته وکتل. لکه څوک چې ترې پاتې شوې وي. دا کار يې څو وارې تکرار کړ. داسې په لاره روان و، لکه همدا اوس چې له کومې لويې ناروغۍ راپورته شوى وي. د وروستي ځل لپاره يې زندان ته وکتل او بيا ترې پناه شو، خو د دې خونړي ماحول د تورو تنبو او کلکو لوړو دېوالونو له شانه يې د اشرف خان دا اواز په غوږ کې کړنگېده چې: 

په اواز يې غوږ لرئ دروه بلبلو
 په دکن د حال قصه هجري توتا کا
 
 

 

((١٣٥٦هـ. ش. کال))

 



 

 

                                                                                                                                   دوه کرښې


 

هغه زموږ معلم و. د لومړي ټولگي معلم، د دويم ټولگي معلم او د درېم ټولگي معلم. يوازې زموږ نه، د دې درې واړو ټولگيو د دزه کوونکو معلم و. د پښتو معلم، د حساب معلم او د هر مضمون معلم. د ټول ښوونځي يوازینی معلم!

زه نوى کليوالي ښوونځي ته داخل شوى وم. ډېر نوي ماشومان ښوونځي ته راغلي وو. په لومړيو ورځو کې ټول خوشحاله ښکارېدل. معلم هم خوشحاله و. د دويم او درېم ټولگي زده کوونکي ډېر زړور وو. په نورو هلکانو به يې ډېرې پټکې کولې. هغوى زموږ نه لږ شانته لوى هم وو. لويو هلکانو به کوچنيان وهل. کله، کله به يې دومره ووهل چې له خولې او پوزې به يې وينې راروانې وې. اوښکې او وينې په سره گډې شوې. ځان به يې معلم ته ورساوه. هغه به هماغه بل هلک له غوږونو راونيوه. څو تودې څپېړې به يې ورکړې او چې هغه به څنگه سلگۍ شروع کړې، نو بيا به معلم پرېښود. 

زموږ ښوونځى څه عجيبه شان سيار ښوونځى و. کله به په وچ ډاک کې ناست وو. کله به گڼې ونې زموږ ښوونځى و او چې باد او باران به و، نو بيا به ټول شاگردان په جومات کې سره راټول شول. درې واړو ټولگيو په گډه يوه توره دړه لرله. کله به د يوه ټولگي مخې ته پرته وه او کله به هم د بل ټولگي مخې ته. 

زموږ معلم له وجود نه ډېر خوار و. دومره لکه چې يوازې هډوکى او پوستکی وي. ږيره يې خريله، خو مخ يې گونځې کړې وې. له عمره پوخ و. ښځه يې څلور پنځه کاله مخکې د نري رنځ له لاسه مړه شوې وه. دوه لوڼه او درې زامن ترې پاتې وو. يوه لور يې غوټکۍ وه. د کور ماته گوډه يې کولاى شوه. دوه زامن يې له همدې کليوالي ښوونځي نه وتلي وو او لا کوم بل ښوونځي ته نه وو تللي. په کلي کې وو. 

د معلم نوم ستار و، خو يوه شاگرد يې هم نوم نه پېژانده. موږ ټولو به ورته معلم صیب وايه. د کلي خلکو هم معلم صیب نوماوه. يوازې يو نيم کس به ورته د (ستار وستاذ) خطاب کاوه. 

ستار وستاذ يو ټولگى هم نه و ويلى. په جوماتونو کې يې ډېر کتابونه ويلي وو. د کتابونو ډېر شوقي و او اوس هم هغه زښت زيات زاړه کتابونه لرل. که په کور کې به ناست و، نو هم به کتاب ورسره په لاس کې و، که په جومات کې به ناست و هم او که په لاره به روان و هم. کله چې به يې موږ ته درس خلاص کړ، نو بيا که به موږ په هر څومره شور ماشور اخته وو، هغه به پر خپل کتاب سر ورټيټ کړى و او په ډېر غور به يې لوسته. د لوست دا کړۍ به يې تر هغه وخته روانه وه چې بل ټولگي ته به د ورتلو فکر ورسره پيدا شو. هغه به کتاب پورې کړ. څادر له به يې دوه لاسي ټک ورکړ. روان به شو، خو له روانېدو مخکې به يې موږ ته همدومره وويل چې: 

ـ تاسو درس ښه زوت کئ، زه بېرته راځم. 

او هغه به لاړ. په بل ټولگي کې به په درس ورکولو لگيا شو. 

په ښار کې د هغه څوک يار آشنا و. دغه آشنا چې به يې کله کلي ته راغى، نو ده ته به يې خامخا درې څلور نوي، نوي کتابونه راوړل. دى به ډېر خوشحاله شو او چې بېرته به ته، نو هغه ته به يې له شلېدلي جېب نه څو لوټونه راوښکل او د نورو کتابونو لپاره به يې پيسې ورکړې. خداى خبر چې هغه ولې له هر کتاب سره دومره ډېره مينه لري؟ موږ ته به په هغه وخت کې دا ډول پوښتنې ډېرې زياتې پيدا کېدې. هغه ته چې به نوى کتاب گوتو ته ورغى، نو خداى شته چې د چا خبرې به پرې هم ښې نه لگېدې. هسې به يې سر ورته خوځاوه او نور به د کتاپ په لوستو اخته و. له ده سره چې به کتاب په لاس کې و، نو د کلي خلک به ورسره د سره گړېدل نه او چا خو به لا په ملنډو وويل چې: 

ـ هغه دى بيا يې رباب په لاس کې دى، د لېونتوب چپه پرې راځي. 

په کلي کې يوازې نادر ملک د معلم صیب ډېر بد ويل. د دوى دواړو نه وه سره جوړه. د نوې مياشتې په پيل کې چې به هغه د زړې مياشتې تنخوا واخسته يا به يې درې مياشتې وروسته ايله تنخوا واخيستى شوه، نو د کور سو دا مودا به يې پرې وکړه. 

د کتابونو لپاره به يې يو څو روپۍ په څنگ کړې او د ښوونځي لپاره به يې پرې لږ و ډېر تباشير هم واخيست. 

زموږ د معلم ليک ډېر ښه و. دومره ښکلى و چې له يوې جملې نه به يې رنگ په رنگ گلان هم جوړولى شول. د هغه ډېر ټينگار په دې کې و چې موږ بايد خپل ليک هسې کوږ ووږ نه کړو. زښت ډېر مشق به يې راباندې کاوه. دومره چې د لاسونو ګوتو به مو درد وکړ او بيا به مو ځان هسې په هغه دغه بانه تېراوه. هره ورځ چې به د ليک او مشق ساعت راورسېده، نو هغه به تباشير په لاس کې ونيو او پر توره دړه به يې په ښکلي ليک وليکل چې: 

هر (انسان) د مينې وړ دى

او

(انسان) بايد (انسان) وي

زه نه پوهېدم چې دا دوه جملې څه معنا لري او ولې يې زموږ معلم په توره دړه ليکي؟ يوه ورځ نه، هره ورځ به يې دا دوه کرښې ليکلې. دا دوه کرښې دومره زياتې ليکل کېدې چې د دې کليوالي ښوونځي د هر شاگرد په خوله کې ناستې وې او د هر هلک زده وې، خو په معنا يې نه پوهېدل. خداى خبر چې معلم صیب به دا دوه کرښې په کوم کتاب کې ليدلې وې او هلته به يې خوښې شوې وې او که نه په ذهن کې يې همدا دوه کرښې گرځېدې راگرځېدې. موږ هم دا دوه جملې ښې مشق کړې وې او چې معلم به زموږ پر وړه تخته دا دوه کرښې وليدې، نو له ډېرې خوښۍ به يې زموږ پر سر لاس راښکود او و به يې ويل: 

ـ دا دوه جملې له ياده مه باسئ. 

او رښتيا هم هغه دوه جملې موږ له ياده ونه ويستلې. زما خو اوس هم يادې دي او چې چېرته د (انسان) کلمه وگورم، نو د معلم صیب له خوا ليکلې شوې دغه دوه کرښې رايادې شي چې: 

هر (انسان) د مينې وړ دى

او

(انسان) بايد (انسان) وي

دا دوه جملې دومره زموږ په ذهن کې ناستې وې چې که په هر ځاى کې به ناست وو، که تخته به نه وه، نو پر ځمکه به مو يا په گوته او يا په ډکي همدا جملې ليکلې، خو په معنا يې ښه نه پوهېدو. 

کوم هلکان چې درېم ټولگي ته رسېدلي وو، هغوى خو چې به په لاره روان وو هم به يې همدا دوه کرښې بيا بيا تکرارولې. د کلي خلکو چې به دا خبرې واورېدې، نو حيران به شول چې دوى څه وايي؟ هغوى پرې نه پوهېدل، خو يو نيم کس به په کې همدومره وويل چې: 

ـ دا به ستار وستاذ ورزده کړي وي... !

ښوونځي ته يوازې هلکان راتلل. جينکۍ نه شوې راتلاى، خو معلم صیب به خپله وړه لور هم له ځانه سره راوستله. هره ورځ نه، کله، کله. په دې کار به پرې د کلي خلکو ډېر بد ويل. چا به يو څه خبرې کولې او چا بل څه، خو چې هغه ته به چا وويل. نرۍ غوندې خندا به يې وکړه او چوپ به کېناست، نور غږ به يې نه کاوه. پوهېده چې دا خبرې څه گټه نه لري. بس همدومره به يې وويل چې: 

ـ هلئ هغه دوه جملې بيا وليکئ. 

او موږ به په منډه منډه له هغو دوو جملو نه (دوه کرښې) جوړې کړې او دغه (دوه کرښې) به مو څو څو ځلې وليکلې. معلم صیب ته به يوازې خپل شاگردان نه وو گران، چې چېرته به يې ماشوم وليده مينه به يې پرې کوله. د کلي له خلکو سره يې هم ښه راشه درشه لرله. د هر چا په غم او ښادۍ کې به شريک و. ټوله ورځ به يې يا کتابونه لوستل او يا به له خلکو سره ناست و. يوازې له نادر ملک سره يې چندان جوړه نه وه. 

نادر د ټول کلي ملک و. زموږ د معلم صیب عزيز هم و او څو پټي ځمکه، خو يې ترې څو کاله مخکې لاندې کړې وه. چې په کوم ځاى کې به مخامخ شول، يو بل ته به يې ستړي مشي هم نه کول. نادر ملک د حکومت له خلکو سره ډېره ناسته پاسته لرله. يوه شپه به يې حکمران مېلمه و او بله شپه به يې د حاکم لپاره د مېلمستيا ترتيبات نيول. د هغه په يوه وړه اشاره خلک بنديانېداى او راخلاصېدای شول. معلم صیب ته يې څو، څو ځلې د يو او بل په خوله ځواب رالېږلى و چې: 

ـ په دې وړه ماليمۍ دې مه غره کېږه! که چورت مې درته خراب شو، نو د آسمان ستوري به دروښيم. د کتابونو دا ډېرې کتابي خبرې مه کوه!

د نادر ملک دوه واړه زامن هم د هغه شاگردان وو، خو معلم صیب ورسره د نورو ماشومانو غوندې مينه کوله. هغه ته دوى پاک او بې گناه ښکارېدل. يوازې نادر ملک ته يې د زړه وينه خوټېده. د معلم صیب مشره لور پېغله شوې وه. ډېرو کسانو پرې جرگې، مرکې کړې وې، خو د هغه له خولې نه لا هيچا ته هم (ښه) نه وو ختلي. خداى خبر چې څه به يې په زړه کې غوټه کړي وو. هغه ما نه وه ليدلې، خو لکه چې ډېره ښايسته وه، ځکه پرې دومره ډېرې جرگې کېدې. نادر ملک هم د يو او بل په خولې هغه وغوښته، خو معلم ورته چورلټ انکار وکړ. يوازې انکار نه، د نادر ملک په ټوله کورنۍ پسې يې ښه بد رد وويل او هغوى يې رخصت کړل. بس د معلم صیب او نادر ملک دښمني ښه پخه شوه. اوس چې به هغه په ټولگي کې ناست و، ډېرې خبرې به يې نه کولې. کمزوري يې لږه ډېره شوې وه او ټوخی يې هم له پخوا زيات شوى و. يوازې هغه (دوه کرښې) به يې څو، څو وارې په موږ ليکلې او تکرارولې. هغه چې به له هر چا سره کېناست د نادر ملک په هکله به ورسره غږېده او د هغه په وړاندې به يې د هر چا کرکه پيدا کوله. 

***

موږ درېم ټولگي ته رسېدلي وو. بس نزدې وو چې د کليوالي ښوونځي لويه شهادتنامه حاصله کړو. د نورو ټولگيو هلکانو ته به مو داسې خبرې کولې، لکه چې لويه فتحه مو کړې وي. 

رښتيا خو د درېم ټولگي شهادتنامه مو لاس ته راوړله. د آزموينې وروستۍ ورځ وه. په ډېره خوشحالۍ او منډه، منډه مو سهار دوخته خپل ځانونه ښوونځي ته ورسول. هر څوک په خپل، خپل ځاى کېناستو. څوک همداسې په خالي ځمکه ناست وو او چا به د ځان لاندې خپل وړوکى څادر ايښى و. هلته همدې ته سترگې په لار وو چې معلم صیب به کله راځي؟ خو لږ وروسته څوک راغى چې ستاسو معلم نه شته. هغه بېگا د شپې له کوره بهر شوى او بيا نه دى راغلى او رښتيا هم ستار وستاذ چور، بور ورک شو. داسې ورک شو. چې نه يې ژوندى ښکاره شو او نه مړى. 

اوازه خو داسې وه چې د شپې په شومه دم کې د نادر ملک سړو وژلى او چېرته لرې يې له خاورو لاندې کړى دى.... 

د ښوونځي د هر شاگرد په سترگو کې د اوښکو ډنډونه جوړ شوي وو. ټولو ژړل، ښه په زوره يې ژړل. د نادر ملک دوه وړو زامنو هم ژړل. وروستۍ آزموينه له موږ نه بل چا واخيسته، خو د ښوونکي د مرگ انگازه زموږ د ژوند يوه داسې وير لړلې نغمه شوه چې تل به مو د هغې زمزمه اورېداى شوه. 

ټول کلى او شاوخوا راته همداسې يوه وير لړلې نغمه ښکارېده. موږ ته هغه مړ نه ښکارېده. د هغه مرگ مو نه شو منلاى. 

ما چې څنگه دا ښوونځى پاى ته ورساوه، له خپل کلي لاړم. ډېر وخت بېرته راونه گرځېدم... خو چې په ښار کې وم، هم به مې د خپل معلم د مرگ د اوازې ترخه نغمه تر غوږو کېده. نور نه وم پوه چې پر معلم به په رښتيا څه شوى وي. د هغه په زامنو او لوڼو به څه تېر شوي وي او ډېره سودا، خو مې د هغه له مشرې لور سره وه چې څه به پرې راغلي وي او چا به په زور د خپل کور مېرمن کړې وي؟

ما چې به په ښار کې هر معلم ليده، خپل لومړنى معلم به راياد شو. د هغه د ژوند ترخو نغمو به مې بيا د ژوند شېبې راترخې کړې او هغو يادونو به مې بيا د زړه وير لړلې خاطرې اړولې - رااړولې. د هغه په تندي کې به مې هماغه (دوه کرښې) وليدې او لکه چې ليکل شوي وي: 

هر (انسان) د مينې وړ دى

او

(انسان) بايد (انسان) وي

***

څه ډېره موده وروسته بايد زه خپل کلي ته تللى واى او لاړم. په زاړه سرويس کې ناست وم او چې هر څومره به کلي ته نزدې کېدم، تلوسه به مې زياتېده. کلي ته ورسېدم او چې څنگه ورسېدم، نو لومړنى سړى چې مخې ته راغى د معلم پوښتنه مې ترې وکړه. هغه راته ټوله کيسه وکړه او ما په ډېره تلوسه واورېدله. 

ستار وستاذ مړ شوى نه و، خو اوس مړ و. هغه په هماغه وخت کې د نادر ملک په لمسون د حکمران په جيپ کې چېرته بيول شوى و. هغه يې بندي کړى و. ښوونځى تر ډېره وخته بې معلمه پاتې و. د هغه مشره لور په زور زياتي د نادر ملک مېرمن شوې وه او نوره کورنۍ يې هم ترې تالا کړې وه. يو وړوکى زوى يې هم مړ شوى و او بل زوى او وړه لور يې له يوه خپلوان کره وو. د دوى په کورنۍ کې نرى رنځ ميراثي ناروغي وه او هلته، خو زموږ پر معلم صیب نرى رنځ زورور شوى و. څو کاله وروسته هغه مړ راژوندى شو. کلي ته راغى. کلي ته راوړل شو او بيا په څو ورځو کې ستار وستاذ د مرگ په کټ کې پرېووت او مړ شو. 

خپل کالي مې هلته کېښودل. له چا سره مې يوه خبره هم زړه نه غوښته. د هغه د قبر پته مې واخيسته او سيده هديرې ته لاړم. د هغه د قبر مخې ته ودرېدم. 

هديره ډېره لويه وه، خو د ستار وستاذ قبر زما زړه د ځان خواته راښکه. د قبر سر او پښو ته دوه لويې شناختې ښخې شوې وې. زه هلته ودرېدم. هديره له کلي سره نزدې وه. ماته کلى هم هديره ښکاره شوه او لکه چې انسانان يې ولاړې شناختې وي. يوازې ماشومان په لوبو اخته وو او گرځېدل، راگرځېدل. د ستار وستاذ د قبر شناختو ته مې وکتل. د ټولگي توره دړه راياده شوه او بيا راته داسې ښکاره شول، لکه چې په دې شناختو هماغه (دوه کرښې) ليکلې شوې وي او لکه چې د ستار وستاذ په ليک لیکلې شوې وي. زما همدغه (دوه کرښې) تر سترگو شوې: 

هر (انسان) د مينې وړ دى

او

(انسان) بايد (انسان) وي

د هديرې د ټولو قبرونو شناختې راته د همدې قبر د شناختو په شان ښکاره شوې او لکه چې په هره يوه دغه (دوه کرښې) ليکلې شوې وي: 

هر (انسان) د مينې وړ دى

او

(انسان) بايد (انسان) وي

 

((١٣٥٩هـ. ش. کال))

 

 


 

                                                                                                                                                   وصيت

 


عمرگل کاکا يو ناڅاپه خپل رمبى په گوډ شوې ځمکه کې وټومبلو او گوډ يې بس کړ. په زړه کې يې وروگرځېدل چې څه وخت به وي؟ پاس آسمان ته يې وکتل. د لمر له سترگې سره يې سترگې ښخې شوې. زياتي مازيگر و او د لمر د سترگې تته ځلا، لکه د عمرگل کاکا د سترگو د ځلا په څېر مخ په کمېدو وه. 

هغه له ځايه پورته شو. په خپل مخ او سر يې لاس راښکود. له خپلو جامو نه يې خاورې او دوړې وڅنډلې. د پټي د سر ويالې ته ورروان شو او د اودس د تازه کولو لپاره د ويالې پر سر کېناست. په منډه منډه يې اودس تازه کړ. د پولې په سر يې خپل شليدلى او پيوندي څادر د لمانځه لپاره خور کړ. لمونځ يې د سترگو په رپ کې خلاص کړ او په اخر کې يې د دعا په توگه، پرته له دې چې شونډې وخوځوي، خپل ښى لاس يو ځلې تر زنې ورساوه او بيا يې څادر راټول کړ. 

بېرته گوډ ته کېناست او تر هغې پورې يې خپل سر پورته جگ نه کړ چې د ماښام تياره مخ په زياتېدو شوه. تياره چې راخوره شوه، نو هغه هم کار بس کړ. خپل کالي يې دا ځل ښه په راستۍ وڅنډل. واسکټ يې واغوست او له وښو نه يې په څادر کې وړوکى شان پنډ جوړ کړ. خپل پنډ يې په شا کړ او کلي ته روان شو. 

کور ته چې ورننووت، نو خپل څادر يې د وښو له پنډوکي څخه وزگار کړ او د دې لپاره چې خاورې او دوړې ترې ښې وڅنډي، يو په زوره ټک يې ورکړ. څادر نور هم وشلېد. د څادر د شلېدو اواز لا ثواب جانې ترور هغه وخت اورېدلى و چې په برنډه کې په لمانځه ولاړه وه، خو څنگه چې يې سلام وگرځاوه، نو پرته له دې چې عمرگل ته مخ ورواړوي، هغه ته يې وويل: 

ـ د خداى پاک له نامې نه ځار شم... يوه لور يا زوى يې هم زموږ په تندي کې نه و ليکلى... نور خو زه په ستنه کې تار هم نه شم اچولى او ستا څادر هم دومره زوړ دى چې... توبه خدايه توبه... گنانگاره مې مه کې، که کوم اولاد مو واى... نو، نو... هسې زړه خو بم جوړ واى... 

د ثواب جانې ترور خبرو ته د عمرگل کاکا سا رابنده شوه او د غاړې له تازه کېدو وروسته يې هغې ته وويل: 

ـ پرېده، پرېده ثوابۍ! يو خو ستا خبرې نه خلاصېږي. 

ثواب جانې ترور خپلې د لوخو څپلۍ په پښو کړې. مسله يې په مېخ کې ځوړنده کړه او په تگ - تگ کې يې عمرگل ته د گيلې په توگه وويل: 

ـ عمره! يو خو ته هم څوک پوټى خبرې ته نه پرېدې، خو هسې خبره وه، ومې کړه. 

او عمرگل کاکا دا ځل په قار غوندې شو. ثواب جانې ترور ته ورنزدې شو او خبره يې ورغبرگه کړه: 

ـ بس که! بس که ثوابۍ!... د خداى رضا به همداسې وه. څه له مې سر خوږى. 

ثواب جانه ترور پوه شوه چې خاوند يې يا خو ډېر ستړى دى او يا يې په کومه خبره فکر خراب شوى دى، خو نن خداى زده چې ولې هغې د عمرگل کاکا د قهر زغم ونه لرلى شو، په قهر يې له ځانه سره وويل: 

ـ توبه! توبه! څه لويه گناه به مې کړې وي چې... 

ثواب جانې ترور خپله جمله پاى ته ونه رسولى شوه. يو ځل چوپ شوه او په زړه کې يې نور څه وروگرځېدل. عمرگل کاکا ته يې مخ ورواړاوه. د هغه په تندي کې په دې وخت کې گڼې گونځې جوړې شوې وې او ثواب جانې ترور چې هغه ته وروکتل، نو بيا هم همداسې چوپ پاتې شوه. عمرگل کاکا نن هم څه اورېدلي وو او فکر يې ډېر خراب و. 

د عمرگل کاکا او ثواب جانې ترور په منځ کې به ډېر لږ وخت داسې سختې او تندې خبرې کېدلې، ځکه چې د هغوى ژوند له ډېرو خوږو مينو او له ډېرو خوږو کيسو څخه ډک و. د ځوانۍ وختونه يې لا څه، اوس هم يو په بل دومره گران وو چې که په ټول کلي کې به چا د گرانښت او مينې خبرې کولې، نو د ثواب جانې ترور او عمرگل کاکا نومونه به يې اخيستل. 

د هغوى کيسې څه ډېرې په زړه پورې وې. د کلي ټولو ښځو او سړو ته دغه کيسې يادې وې. ډېر کلونه وړاندې عمرگل کاکا او ثواب جانه ترور دوه په دوه دې کلي ته راغلي وو او لا تر اوسه پورې د يو چا په کور کې همسايه پراته وو. د هغوى له راتگ نه څو ورځې وروسته په ټول کلي کې د ښځو ترمنځ گونگوسي شروع شول او بيا دغه د ښځو د خولې خبرې اوازې شوې. خلکو به ويل، عمرگل دغه پېغله چې اوس يې کډه ده، له خپل اصلي کلي نه راتښتولې او په زور يې د ځان ښځه کړې ده او بيا چې دغه اوازې ډېرې زياتې شوې، نو يوه ورځ د کلي په بره حجره کې له عمرگل کاکا نه يو چا د دې خبرې پوښتنه وکړه. د هغه رنگ لومړى سور واوښته او له لږ ځنډ وروسته يې په جدي لهجه وويل: 

دا خبره رښتيا ده... خو... خو ما څه هغه په زور نه ده راتښتولې. هغه زموږ د يوه تربور لور وه. ما ډېرې جرگې، مرکې پرې وکړې، خو هغه يې ما ته په خپله خوښه را نه کړه. ويل يې چې تربور، خو د دښمن په ځاى دى. خپله لور څنگه هغه ته ورکړم. 

د عمرگل کاکا خبره لا ايله نوې شروع شوې وه چې د حجرې د لويې کوټې له کوز سر نه د نورک غږ راپورته شو. نورک ډېر ټوکي و. تل به يې په خپلو ټوکو ټکالو حجره خندنۍ ساتله. 

هغه به له وړو، ځوانانو، سپين ږيرو او ټولو سره ټوکې کولې. په خبرو او ټوکو کې به يې د هيچا پروا هم نه ساتله او نه به چا له هغه نه زړه بداوه. نورک د چا خبرو ته څه دومره غوږ هم نه نيوه، خو خداى زده ولې يې نن د عمرگل کاکا له دغو خبرو سره ډېره زياته علاقه نيولې وه. چوپ ناست و، خو د هغه د خبرو په منځ کې يې زړه ټينگ نه شو. پوښتنه يې ترې وکړه: 

ـ عمرگل کاکا! دغه بدبخته تربور دې، نو ولې دغسې خبره وکړه... تربور، خو... 

او چې نورک به لا نور څه، څه ويل، خو عمرگل کاکا ته لکه چې د هغه دغه پوښتنه ډېره بې وخته ښکاره شوې وي. خپله خبره يې بېرته شروع کړه: 

ـ پرېده نورکه... چې زه يو ځل خبره وکړه... 

او له دې جملې سره سم د نورک مخ له شرمه تک سور شو. همدومره يې وويل: 

ـ يره خو! دا تربوره گلوي يې هم لا لويه بلا د ه. 

نورک خپله دغه خبره په دومره ټيټ اواز وکړه چې يوازې هغه ته څو نزدې ناستو کسانو واورېدله او بس. عمرگل کاکا بيا خپله خبره په داسې حال کې شروع کړه چې ټولو ناستو کسانو ورته غوږونه نيولي وو او هيچا هم څه نه ويل: 

ـ ما، زما پلار او ټولې کورنۍ بيا هم ډېرې خوارۍ - زارۍ وکړې، خو هغه تر بور مې ونه منله. د هغه د لور هم يوازې زه خوښ وم. خپلې مور ته يې ويلي وو، خو زموږ دغو خواريوو هېڅ ځاى ونه نيو. هغه په خپل ضد ټينگ و. بس ما او ثوابۍ هم... 

او د ثوابۍ د نامه له اخيستلو سره سم، عمرگل کاکا يو ځل چوپ شو. لکه چې د حجرې په دغه گڼه گوڼه کې ورته د خپلې کډې د نوم په اخيستلو حيا ورغله. څه لږه شېبه چوپ و، خو د نورک چټک اواز دغه چوپتيا ماته کړه: 

ـ ښه، ښه نو ته په هغې مين وې او هغه په تا. ها! عمرگل کاکا... او دواړه په خپله خوښه راوتښتېدئ. يره خو دا مينه لا څه عجيبه شى دى. خداى حاضر دى چې ما خو تر اوسه نه ده ليدلې... خو هسې خلک يې کيسې کوي چې... 

د نورک خبرې چې ډېرې شوې، نو د حجرې په کوټه کې د ټولو ناستو کسانو د (چوپ شه) (چوپ شه) غږونه راپورته شول. په همدغه گڼه گوڼه کې د عمرگل کاکا غږ بيا واورېدل شو: 

ـ زه دې کلي ته د همدې لپاره راغلى يم چې وايم پاتې ټول عمر همدلته ستاسو سره تېر کم... او دا... دا خو څه گناه نه ده چې زه مې له خپلې کډې سره يو ځاى دلته راغلى يم. تاسو ته له ظلم نه راغلى يم. 

او له دې وروسته نو د عمرگل کاکا او ثواب جانې ترور له رښتينې مينې څخه د ټول کلي غټ او واړه خبر شول او هغوى رښتيا هم داسې شول لکه د همدې کلي همېشني اوسېدونکي. له ټولو خلکو سره يې ښه گوزاره کوله او له همدې کبله به په کلي کې هر چا د دوى ستاينه کوله. عمرگل کاکا به يا د چا ځمکه کرله او يا به يې کومه بله مزدوري، غريبي کوله. 

د هغوى ژوند ډېر په خوشحالۍ تېرېده. عمرگل کاکا او ثواب جانه يو په بل ډېر گران وو. له دود او رواج نه په خلاف به دواړو يو بل ته په نامه سره ويل د عمرگل کاکا به تل (ثوابۍ) د ژبې په سر وه او د ثواب جانې به هم (عمر). 

هغوى چې دې کلي ته راغلل، نو د تربورانو له خوا يې څو - څو ځلې لټون شوى و او عمرگل کاکا به تل همدې خبرې ځوراوه. 

دوى په ټول ژوند کې د اولاد له لرلو نه بې برخې پاتې شول. په لومړيو شپو کې هغوى دواړه په نزدې طبيبانو او زيارتونو وگرځېدل، خو هغه د ثواب جانې ترور خبره اولاد يې په تندي کې نه و ليکل شوى. عمرگل کاکا ته په کلي کې هم خلکو خپله خور يا لور ورکوله او يوه ورځ، خو لا ثواب جانې هغه ته له پېرزوينې نه وويل: 

ـ عمره! زه خو څه د بنې نه، نه يرېرېږم... که بله ښځه وکې او خداى اولاد درکي، نو د هغې اولاد به هم زه خپل اولاد گڼم... ته خو به ميراث نه شې... 

خو عمرگل کاکا به هر هر وار هغې ته په ځواب کې ويل: 

ـ څه چې د خداى رضا وي، هماغم قبوله ده... څه يې کى ثوابۍ... 

او په دې توگه عمرگل کاکا د بلې ښځې له کولو نه تر پاى پورې ډډه وکړه، خو له دوى دواړو سره د اولاد د لرلو تلوسه تر ايرو لاندې د مړه اور په شان پاتې شوه. 

د کلي غټو او وړو ټولو له عمرگل کاکا او ثواب جانې ترور سره ډېره مينه پيدا کړې وه او هيچا هم دا گومان نه کاوه چې دوى دې گوندې د همدې کلي نه وي. مگر کله، کله چې به عمرگل کاکا او ثواب جانه ترور د نغري يوې او بلې غاړې ته کېناستل، نو د کور کلي خبرې به يې شروع کړې. ثواب جانه به په اخر کې په ژړا شوه. عمرگل کاکا به هم خبرې بس کړې او بيا که به ډېر مجبور نه شو، نو د کور کلي يا خپلو خپلوانو نومونه به يې نه اخيستل. 

***

د عمرگل کاکا او ثواب جانې ترور ژوند همداسې تېرېده. عمرگل چې به د ورځې له کار نه خلاص شو. کور ته به راغى. يوه شېبه به له ثواب جانې سره کېناست او بيا به يې په يوه زاړه دسترخوان کې ډوډۍ يا سوکړک راتاو کړ. په جرمنۍ کاسه کې به يې سابه يا کوم بل کتغ واچاوه او حجرې ته به روان شو. 

په دې کلي کې يوازې دوه حجرې وې. بره او کوزه حجره. هغه څوک چې به برې حجرې ته تلل، نو کوزې ته به يې سر نه دننه کاوه او که کوزې ته به يې تگ راتگ لاره، بيا خو به يې د برې حجرې په تلونکو سلام هم نه اچاوه. په هره حجره کې به جلا گڼه گوڼه وه، خو عمرگل کاکا څه عجيبه عادت لاره. هغه به دواړو حجرو ته ورتلو او دواړه حجرې به يې خپلې گڼلې. د عمرگل کاکا همدغه عادت د کلي پر نورو کسانو هم بې اغېزې نه شو او ورو ورو د داسې کسانو شمېر زياتېده چې دواړو حجرو ته به يې راشه درشه لرله. 

له عمرگل سره يو څه وروسته يوه عجيبه سودا پيدا شوه. هغه ته به خپل کلى ډېر زيات وريادېده. هغه خپل خپلوان به وريادېدل چې څه ډېر وخت ترې بې خبره پاتې شوى و. خپل ځان ورته بېخي بې څوکه ښکارېده او دې خبرې به تل ځوراوه. هغه ته دغه سودا د ژوند ډېره غمجنه پېښه شوه چې هېڅ رو گودر يې نه ورتلو. هغه به تل له خپل کلي او کور نه د لرې والي او جلا والي په لمبو کې سوځېده. 

***

او نن څه عجيبه ورځ وه. د غم لړې پر ټول کلي کې راخورې شوې. د کلي برې حجرې ته د خلکو بهير راروان و. د عمرگل کاکا کور ته هم جوپې، جوپې ښځې په تورو لويو پړونو کې تاو شوې وروروانې وې. د وړو رنگونه هم تښتېدلې وو او لکه چې ټولې خوښۍ يو ځل ترې الوتې وي. عمرگل کاکا مړ و. هغه وژل شوى و. هغه وخت چې له کار نه کور ته راروان و. همغو تربورانو يې لاره ورته نيولې وه او عمرگل کاکا يې د لارې په سر په وينو کې لمبولى و. هغه لا په همغه شېبه کې نه و مړ شوى او کله چې خلک پرې ورټول شو، نو عمرگل کاکا په سلگو سلگو کې همدومره (وصيت) کړى و چې: 

ـ ما... خپل... کلي ته ورسوئ... په خپل کلي کې... مې ښخ کئ... 

ثواب جانه ترور چې خبره شوه، نو خپل پړونى يې په ځاى پرېښود او لکه لېونۍ يې خپل ځان د عمرگل کاکا مړي ته ورساوه. ژړا يې نه شوه کولاى بس د اوښکو سېلاب ترې روان و. د عمرگل کاکا مړى چې خلکو د هغوى کور ته ورساوه، نو ثواب جانه ترور په يوه کونج کې پړمخې پرته وه. يوازې سلگۍ يې وهلې او د ښځو ټولگي ترې راچاپېره وو... هلته په حجره کې ځوانانو او سپين ږيرو ټولو د عمرگل کاکا په مرگ وير کاوه. او دا چې تربور يې هغه د دوى په کلي کې وژلى و د دوى وير او غضب به نور هم زياتېده او که د عمرگل کاکا د خپلې خولې وصيت نه واى، نو هیچرې به يې هم د هغه مړى، د هغه خپل کلي ته نه واى رسولى، ځکه چې د عمرگل کاکا وژل له ټول کلي سره دښمني کول وو... 

سبا چې څنگه خلکو د عمرگل کاکا جنازه واخيستله، نو له جنازې نه ډېر وروسته يوه ښځه هم روانه وه. يو وړوکى پنډوکى يې پر سر و. کله به کېناستله او کله به روانه شوله... او بيا په دې کلي کې هيچا هم ثواب جانه ترور ونه ليدله. 

 

((١٣٥٩هـ. ش. کال))

 

 
 



[زما لومړنۍ لیکل شوې او خپره شوې کیسه]

 

                                                                                                                                                                                                تور گلاب


 

زياته گڼه گوڼه وه. سينما ته گڼ شمېر خلک روان وو. لکه چې کوم ښه فلم راغلى و. د فلم د نندارې پيل ته به لا نيمه گړۍ پاتې وه چې د سينما په شاو او خوا کې دومره شور ماشور او گڼه گوڼه جوړه شوه چې تا به ويل په کوم لوى ښار کې د کومې ميلې لومړۍ يا وروستۍ ورځ ده. 

د خلکو بهير ښه په زور کې و. د فلم د نندارې لپاره په راروانو کسانو کې زياتره پېغلې او ځوانان وو. گڼه گوڼه له يوې شېبې نه بلې شېبې ته زياتېدله. په دې شور ماشور کې د يوه کوچني هلک چغې له ورايه اورېدل کېدې او داسې بې واره بې واره چې تا به ويل په کومه دښته کې ترې پلار يا ورور بې درکه شوي دي. 

د ((سگرټ گوگرد!))... ((سگرټ گوگرد!)) چغې نورې هم زياتېدلې او د گلاب دا چغې دومره بې واره وې چې ټول لارويان يې ځانته متوجه کولى شول. د گلاب نننۍ چغې له خوښۍ ډکې وې، ځکه چې په داسې گڼه گوڼه کې د هغه مزدوري هم بده نه وه او نن خو يې سگرټ ښه په بيړه خرڅېدل. 

هغه نن د سگرټو په خرڅېدو ډېر خوشحاله ښکارېده او چې کوم چا به ترې کوم دانه سگرټ اخيسته، نو دومره خوښي به يې ورته څرگندوله، لکه وړيا پيسې چې ورکوي. نن يې پوره درې دبلى سگرټ خرڅ کړاى شول، خو گلاب چې به د خلکو دې گڼې گوڼې ته وکتل او د لارويانو خوشحاليوو ته به يې پام شو، نو پر زړه به يې د غم يوه لويه څپه راخوره شوه او که له يوې خوا د سگرټو په خرڅېدو خوشحاله و، نو له بله پلوه به يې د غم دې څپې د وجود ټول رگونه سست کړل. 

گلاب خپله مور رنځوره په کور کې پريښې وه او چې د مود او فېشن دې پېغلو او مېرمنو ته به يې وکتل، نو سمدلاسه به ورته د مور زېړه او رنځوره څېره ورمخې ته شوه او د غم تورې، تورې لړې به يې په زړه راخورې شوې. 

له هغې ورځې چې د گلاب پلار مړ شوى و، نو بيا يې مور ښه ورځ نه وه ليدلې او د غمونو او رنځونو هميشني پېټي ورته پراته وو. دوى د هغه له مرگ وروسته څو شپې بې کوره گرځېدل، خو اخر ورته په گېډه او خېټه د کوم کور مزدوري پيدا شوه. د هغه کور يو گراج يې ورته ورکړ. مور به يې د هغه کور کار کاوه او گلاب به لگيا و د ((سگرټ گوگرد! سگرټ گوگرد!)) چغې به يې وهلې او په ورځ کې به يې کله، کله پوره لس روپۍ هم گټلى شوې. 

هغه لس کلن هلک و. رنگ يې تک تور و. خداى خبر مور او پلار پرې څنگه د ((گلاب)) نوم ايښى و، خو لکه چې د زمانو غمجنو سيلوو يې رنگ نور هم تک تور کړى و... 

د سينما تر څنگه چې گڼه گوڼه کمه شوه او د فلم ننداره پيل شوه، نو بيا چا سگرټ هم نه اخيستل. گلاب ته يو ځل بيا مور ورياده شوه، خداى خبر څنگه چې به يې هر چا ته او په تېره بيا هرې ښايسته او فېشني پېغلې ته وکتل، نو د خپلې مور زېړ، زبېښلى او رنځور مخ به يې مخې ته ودرېد. 

نن د واړه گلاب په کوچني ذهن کې څه عجيبه کشمکش جوړ و. هغه ته به په زړه کې کله يو څه تېر شول او کله بل څه. دغو خبرو او د ((سگرټ - گوگرد! سگرټ - گوگرد!)) چغو هغه ډېر زيات ستړى کړى و او په تلوار له هغه ځايه روان شو. د خپل گراج دروازې ته چې ورسېد او دروازه يې بېرته کړه، نو خپله مور يې په پرېشانه حالت کې وليدله. مور يې دروازه څارله چې کله به مې زوى راځي؟ گلاب چې مور ته وکتل، د هغې په دواړو سترگو کې ورته اوښکې ښکاره شوې. وارخطا غوندې شو. سر يې ورټيټ کړ او ورته يې وويل: 

ـ ښه شوې نه يې مورې!

گلاب دا خبره په داسې فاتحانه انداز کې وکړه، لکه چې مور يې روغتون په روغتون گرځولې وي او پنډونه، پنډونه دواگانې يې ورته راوړې وي. مور يې ورته د ((نه)) په ځاى سر وخوځاوه او ډېر په کرار يې ورته وويل: 

 ـ زويه! هډوکي مې ډېر خوږېږي. که د ((شنه کاغذ)) يوه گولۍ راله راوړې ښه به شي بچيه!

گلاب خو نن د پوره لسو روپو مزدوري کړې وه او مور چې ورته دا خبره وکړه، نو په يوه منډه له کوره وووت. بازار ته لاړ او له ((دوکاندار)) نه يې د ((شنه کاغذ)) په نامه څو گولۍ واخيستې او کور ته را په ځغاسته شو. گلاب کور ته رانزدې شو، خو په منډه، منډه کې ترې د ((شنه کاغذ)) گولۍ هم ولوېدې. له کوچني گلاب نه لکه د لکونو، لکونو څه مال چې ورک شوى وي. په ژړا شو او په ژړا ژړا يې د رنځورې مور په دوا پسې ټوله لار ولټوله، خو تياره راخوره شوې وه او د ((شنه کاغذ)) گولۍ ورکې شوې. 

گلاب سلگۍ وهلې او کوټې ته ورننووت. مور ته يې په سلگو، سلگو او ژړا، ژړا کې ټوله کيسه تېره کړه. د مور له سترگو يې هم د ناهيلۍ څو پرله پسې څاڅکي راتوى شول، خو لکه چې هغه ډېر زر خپل ځان ته متوجه شوه او لکه چې هغې خپلې پاتې اوښکې هماغلته ځاى په ځاى وچې کړې او يا يې خوړلې وي، نورې اوښکې يې راتوې نه شوې او د زوى د ډاډ لپاره يې وويل: 

ـ خير دى زويه! زه به همداسې هم ښه شم... 

او په دې کې پرې د کور د خاوند مېرمنې راغږ کړ. څه سودا يې په کار وه او گلاب يې په دغه سودا پسې لېږلو. د گلاب کله خوښه وه چې مور په داسې حال کې پرېږدي او په دې تياره کې په سودا پسې لاړ شي، خو هغه بايد ضرور دا کار کړى واى. 

گلاب راتلونکې درې ورځې سگرټ خرڅ نه کړاى شول او د رنځورې مور له څنگه ونه خوځېد. د مور خو يې دا يوه اوونۍ پوره شوې وه چې له بسترې نه وه جگه شوې. د کور خاوند چې د دوى دا حال وليد، نو د زغم وړ ورته ښکاره نه شو. د گلاب د مور رنځورتيا او د دوى بد حالت يې تحمل نه کړ او گلاب او د هغه رنځوره مور يې له گراجه هم بهر کړل. مور خو يې رنځوره وه او کوچني گلاب که هر څومره سوالونه او ځارۍ وکړې او که هر څو يې د کور خاوند ته اوښکې تويې کړې، خو د هغه سوالونه او ځاري ونه منل شول. دواړه له گراجه ووتل. 

رنځورې مور يې په ډېره سختۍ قدم اخيسته. زوى يې هغه له لاسه ونيوه او په کرار، کرار د يوه ناڅرگند او ورک سرنوشت پر لورې رهي شول. 

***

دوه ورځې وروسته د هغې سينما تر څنگه چې گلاب به هلته سگرټ خرڅول، د سړک په غاړه يو څو تنه راغونډ وو. څه ننداره يې کوله. يوه کوچني هلک څيرې جامې او سرتور سر يوې خوا او بلې خوا اوتر، اوتر کتل او سلگۍ يې وهلې. په ځمکه د تور پړوني لاندې يوه ښځه پرته وه. 

کوچنى گلاب د مړې مور ترڅنگه ولاړ و. هغه ټوله شپه همدلته ژړلي وو او اوښکې يې له سترگو څڅولې وې، نوره لکه چې د هغه په سترگو کې د اوښکو چينه هم خلاصه شوې وه، ځکه يې سلگۍ وهلې، خو اوښکې يې نه بهولې. گوندې هغه خپلې اوښکې د کوم بل لوى غم لپاره ساتلې وې. 

گلاب به کله هغو نندارچيانو ته وکتل چې د دوى د نندارې لپاره به يو ميلټ تم شول او بېرته به روان شول. کله به يې هغو پېغلو او زلمو ته وکتل چې د فلم د اعلانونو لوستلو ته روان وو او کله به يې هم هغو کوچنيانو ته وکتل چې بکسونه په لاس به ښوونځي ته رهي وو او بيا به يې د مړې مور خواته په حېرانتيا، حېرانتيا وکتل او څو پرله پسې سلگۍ به يې وکړې. 

کابل، ((١٣٥٤هـ. ش. کال))

 

قيو لېونى... ((قيو!))

 

هماغسې په بيړه روان و. د سر او ږيرې په ببرو ويښتو کې يې اصلي څېره پټه وه. د هغه شليدلى گرېوان لا هماغسې شليدلى و او لکه چې په تړلي او بند گرېوان کې هغه ته زړه تنگي او بندېزونه ښکارېدل او په شليدلي او څيري گرېوان کې خلاصون او ازادي!

لا روان و. په هماغه يوه اندازه. نه به په تگ کې له خپلې اندازې نه زياتېده او نه به کمېده. سيخ به يې خپلې لارې ته کتل. که هر څه پېښه به وشوه، خو ده به بل پلو سترگې نه اړولې. که دنيا به ورانېده هم ده به خپله لار نه کږوله او خپلې سترگې به يې نه بې لارې کولې. يوازې د قيو... قيو غږ به يې له ورايه اورېدل کېده او له ملا نه د سوک د جگېدلو يو څه تت غږ خو به يې هغه وخت اورېدل کېداى شو چې سړى به ښه ورنزدى شو. له خپلې ملا څخه د سوک د جگېدلو په دغه تت غږ کې به يو هيبت پروت و او د دې غږ په اورېدو به سړى ويرې اخيست. 

موږ ماشومانو به تل په هغه پسې ليکه جوړه کړې وه. منډې به مو ورپسې وهلې او په کاڼو به مو ويشتلو. هغه لېونى خو و، ولې هېڅکله يې هم څوک په کاڼو نه ويشتل. له موږ ماشومانو سره يې هېڅ غرض نه لاره. 

کلي ته چې به کوم نوى لېونى راغى موږ به خوشحالېدو. له لېونو سره زموږ د ماشومانو ډېره مينه وه. هر لېونى به راته يوه ننداره ښکارېدله، ډېره په زړه پورې ننداره. موږ به په هر لېوني يو نوم ايښى و. په دې نامه کې به د لېوني کومه ځانگړتيا خامخا پرته وه. په تېره بيا هغه لېونيان چې خپل اصلي نوم به يې نه و راته څرگند. موږ چې به له لوبو نه وزگار شولو او يا به يوناڅاپه کوم ماشوم ته لېونى ورياد شو، نو لوبې به مو پرېښودلې او په هغه پسې به مو ليکې جوړې کړې. 

خداى خبر چې څنگه زموږ کلي ته ډېر لېوني راتلل. په هفته کې خو به خامخا يو نوى لېونى ليدلى شو. دا به د دې لپاره وو چې زموږ په کلي کې يو وړوکى بازارگى و او کلى مو هم د سړک پر سر او د لارې پر سر و. د سړک دوو خواوو ته کورونه وو او چې څوک به په موټر يا لارۍ کې زموږ له کلي تېرېدل، نو د خاورو خړو، خړو ديوالونو به د هغوى توجه ځانته اړوله. لويې، لويې کلاگانې او واړه، واړه کورونه يو له بله سره نښتي وو. ځينې کلاگانې يو له بله جلا وې. جگ او ټيټ دېوالونه داسې په بې نظمۍ ولاړ او نيمه ولاړ وو چې يوه عجيبه منظره به يې جوړوله. د سړک په غاړه رنگي دوکانونه وو او څلور پنځه هوټلونه. موږ به هوټلونه ورته ويل، خو هسې يو لوى شان دکان به و او يوه برنډه به يې لرله. کټونه به په کې پراته وو. پتري لرونکې پيالې او لوى او واړه رنگه چاينکونه به د کږو او زړو مېزونو پر سر پراته وو. د يو نيم مساپر او د کلي د ځوانانو گڼه گوڼه به په کې جوړه وه. لېونيان به هم همدلته راتلل او هر يو لېونى چې به هلته راغى، بيا به تر ډېره وخته پورې دلته پاتې و، ان چې تر اخره پورې. 

قيو لېونى هم نوى زموږ کلي ته راغلى و. د هغه په يو ناڅاپي راپيدا کېدو موږ ته خداى ډېره ښه مشغولا پيدا کړه. هغه له هيچا سره خبرې نه کولې. بېخي گونگ و، خو عجيبه شان عادتونه يې لرل. خپله ملا به يې په ښي لاس په سوک وهله او له هر ځل سوک وهلو سره به يې د ((قيو... قيو)) غږ جگولو، ځکه خو هغه په هماغه لومړۍ ورځ په (قيو لېوني) مشهور شو. لکه چې هغه ځان ته په قار وي. ځکه خويې دومره په سختۍ خپله ملا په سوکونو وهله. خداى خبر چې له ځانه به يې کوم لوى انتقام اخيستلو. د کلي ټولو خلکو ته د هغه په څېره کې ډېر زيات رازونه ښکارېدل، خو ورک، پټ او چوپ رازونه. موږ يوازې د خپلې تماشا په غم کې وو. په رازونو پسې يې نه گرځېدلو او خپلې لوبې مو پرې جوړولې. هغه به مو په کاڼو ويشتلو. تمامه ورځ به مو منډې پسې وهلې او زموږ له لاسه به ډېر په عذاب و. نه خو راته د هغه په څېره کې د کوم خاص احساس څرگ لگېده او نه مو پر هغه له لوبو جوړولو پرته په کوم بل شي سوچ قدرې کړى و، خو زه به د هغه د ملا د زخم په ليدو وبوگنېدلم. 

قيو لېوني به خپله ملا د قيو له غږه سره سمه دومره په زوره وهله چې په خپله ملا کې به يې يو لوى زخم جوړ کړى و. دا زخم نه جوړېدونکى و. د کلي خلکو به د هغه ملا ته د مالوچو لوى، لوى بالښتونه شان جوړول. جامې به يې هم ورته کولې. بالښتونه به يې د هغه په ملا پورې کلک وتړل، خو په هماغه يوه ورځ کې به نه بالښت پاتې و او نه د هغه جامې. 

لېونى به روان و. په ټوله ورځ کې به يې يوازې څو ځلې دمه کوله. هغه هم د کوم لوگي چلم لپاره. هلته زموږ د کلي په واړه بازار کې د چلميانو د ناستې او تاوده مجلس يوه جلا کوټه وه. د چلم لوگي به پورته وو. چا به يو څه ويل او چا به هم بل څه. خنداگانې به وې او د چلم د راښکلود (کوړ... کوړ) اوازونه. ټوخي به يو له بل نه په زوره پورته کېدل. پرله پسې ټوخي. د ځينو خو لکه چې زړه بوټ راوځي. دومره عجيبه ټوخي به يې کول. همداسې پرله پسې خراچکي او بلغمونه به يې له خولې گوزارول او چې له خولې به يې گوزار کړل، نو ورو، ورو به يې په نوکونو ځمکه وگروله او پر خپلو خراچکو به يې ډېرۍ، ډېرۍ خاورې ورواړولې. 

لېوني چې به د چلم بنډار گرم وليد، لاره به يې کږه کړه. په چلم به يې سر ورټيټ کړ او په يوه ساه به يې چلم دومره راښکود چې د چلم سرۍ به يې بېخي پوچه کړه. له خولې او پوزې به يې داسې دودونه راوکښل، لکه چې دود د لېوني له سينې څخه نه راوځي، له تناره راوځي. هغه چې به په پټه خوله، په ولاړه او په بيړه چلم وڅکه، نو بېرته به د چلميانو له ټولي جلا شو او خپل همېشنى حرکت به يې پيل کړ. 

 موږ ماشومانو چې به په هغه پسې ليکه جوړه کړه، هغه به يوازې خپلې لارې ته کتل. که موږ به په کاڼو هم ويشتلو، زموږ پلو ته به يې نه کتل. سيده په خپله لار به روان و. د لېوني د تگ لاره د دوو زيارتونو ترمنځ وه. هغه چې به هر ځل زيارت ته ورسېد، ورنزدې به شو او چې ښه به ورنزدې شو، نو څه عجيبه حالت به پرې راغى، لکه چې هلته يې کوم څه شى ورک کړى وي. د کوم شي سخت لټون يې کولو. هغه چې به زيارت ته نزدې کېده، هېڅوک يې هم په ځان پسې نه پرېښودل. 

دا د لېوني همېشنى عادت و. موږ ټولو چې به هر وار لېونى په دغه حالت کې وليد، حېران به شولو، خو د هغه په دغه حالت او لټون هېڅ نه پوهېدلو. هغه چې به روان و، يوې او بلې خواته به يې نه کتل، خو چې کله به زيارت ته ورنزدې شو، هره خوا به يې کتل او چې بېرته به ترې راوگرځېد، نو په څېره کې به يې د غم گڼ شمېر نښې ليداى شوې. 

موږ ماشومان چې به کله لويانو په هغه پسې ليکه وليدلو، نو تل به يې له لېونيانو نه ډارولو. هغوى به تل راته ويل چې: 

ـ د لېونو نه ځان ساتئ. لېوني نه په ځان وي نه په بل. 

او ځينو خو به لا په کې وويل چې: 

په لېونيانو کې زياتره وليان وي. هغوى په کاڼو مه ولئ. هغوى مه په عذابوئ!

او چې کوم چا به دا خبره وکړه، نو ماته به مې د خپلې مور خبرې رايادې شوې. هغه هم له لېونو څخه زياته ډارېده. يا به وېرېده او يا خو به يې زيات درنښت ورته لاره. د هغې د لېونيوو ډېرې کيسې يادې وې. د هر لېوني عجيبه کيسه وه او موږ به د شپې تل د هغې کيسې اورېدلې. هرې کيسې يو، يو لېونى لرلو او هر لېوني څو، څو کيسې. مور به مې چې د کوم لېوني کومه کيسه پاى ته ورسوله، نو وبه يې ويل: 

ـ بچيه! لېوني بل ډول خلک دي. هغوى په خپلو کې په خبرو سره پوهېږي، خو موږ او تاسو يې په خبرو نه پوهېږو. د هغوى کړه، وړه راته بل ډول ښکاري... 

او چې هغې به دا خبره وکړه، نو موږ ته به د هر لېوني څېره راياده شوه او د هغه ټولې تېرې شوې او هېرې شوې کيسې. 

قيو لېوني هم کيسې لرلې. موږ به د هغه کيسې په ډېره مينه او علاقمندۍ اورېدلې، خو عجيبه يې لا دا وه چې چا به په هغه پسې يو ډول کيسې تړلې وې او چا بل ډول! چا به په ژوندوني د مړي گومان پرې کولو. چا به هغه مړ په خوب ليدلى و. چا به کوم بل څه تصور ترې لرلو، خو زموږ لپاره هغه د لوبو يو لېونى و... قيو لېونى. 

***

موږ ټولو يوه ورځ لوبې کولې. د ماشومانو گڼه گوڼه وه. هيچا ته هم لېونى نه و ياد، خو هغه يو ناڅاپه زما زړه ته راوگرځېد او چې ما څنگه د قيو لېوني غږ کړ، نو بيا له ټولو ماشومانو څو اوږدې، خو گډې وډې ليکې جوړې شوې وې. ټولو سړک ته منډې کړې. د لېوني د تلو راتلو پر لاره څو ځلې لاړو، راغلو. د هغه پته ونه لگېده. هغه نه و. بيا مو هم د زړه تلوسه زياته شوه. نيم ماشومان د لارې يوې خوا ته لاړل او نيم بلې خوا ته. 

د لېوني سخت لټون مو پيل کړ. شا او خوا وگرځېدلو، خو هغه مو پيدا نه کړى شو. موږ ټول وارخطا وو. له هر چا نه مو پوښتنې شروع کړې، خو هغه نه و. د کلي واړه شان بازارگي ته ورغلو او هغه بنډار ته مو هم سر ورښکاره کړ چې لوگي به په کې پورته وو او د چلمونو د راښکلو اوازونه. هلته خبر شولو چې لېونى نه شته. په هغه پسې د ماښام په تياره کې څوک راغلي وو او هغه يې په يوه زړه لارۍ کې له ځانه سره بيولى و. په لارۍ کې په هغه پسې خپل خپلوان راغلي وو. هغوى له ډېر لټون وروسته قيو لېونى زموږ په کلي کې پيدا کړى و. قيو لېونى يې زموږ له کلي بوتلو او هغه بيا موږ ونه ليدلو. موږ ماشومانو څو ورځې هيڅ لوبې ونه کړې. ټول په قيو لېوني پسې خپه وو. له موږ نه لويه لوبه ورکه وه او بيخي ورکه. موږ ماشومانو اوس له هغه سره عادت کړى و او تمامه ورځ به مو منډې پسې وهلې. موږ حېران په دې وو چې اوس به نو په څه شي پسې منډې وهو او په چا پسې!؟ د لېوني نشتوالى زموږ د زړه لوى غم و. د هغه څېره، د هغه څيرې جامې او د هغه قيو... قيو غږ چې به راياد شو زموږ دغه غم به يې لا پسې زيات کړ. 

تر ډېره وخته پورې موږ نه قيو لېونى وليد او نه خو له هغه نه کوم خبر راغى. ورو، ورو کلي ته نور لېوني راغلل او همداسې خو ورو، ورو زموږ په ماشومو ذهنونو کې د قيو لېوني تش ځاى نورو لېونيانو ډکاوه. د هغه ياد مخ په تتېدو شو او لکه چې د هغه د قيو... قيو هنگامو ته د زمانې تېرېدنگ د خنډ او ځنډ ديوالونه جوړول. 

د قيو لېوني له تللو ډېر وخت تېر شو. موږ بيا هم له هغه نه خبر نه شولو، خو په زړه پورې يې دا وه چې کلي ته به هر نوى لېونى راغى، نو موږ ته به يو ځل بيا قيو لېونى راياد شو او د هغه تت ياد به يو ځل بيا تازه شو، خو دغه تازگي به هم ډېر زر بېرته تته شوه. موږ اوس د کلي په لومړني ښوونځي کې داخل شوي وو. اوس زموږ لوبې هم کمې شوې وې. 

په تفريح کې به مو هماغلته لوبې کولې او چې له مکتب نه به رخصت شولو، نو بيا خو به مو د ماښام په تياره کې هم لوبې کولې. 

يوه ورځ موږ ټولو هلکانو په حجره کې لوبې کولې. نور کله خو به موږ په ډاگونو او درمندونو کې لوبې کولې، خو خداى خبر چې دا څو ورځې به څنگه ټول هلکان حجرې ته راټولېدل. دننه د حجرې په غولي کې گڼه گوڼه وه. د ماښام تياره مخ په خورېدو وه. خوسى مو کولو. شور ماشور و. موږ په يوه لاس پښې نيولې وې او خداى زده چې څنگه مو په خپلو ښيوو لاسونو ملاوې وهلې، لکه چې د کوم چا په دود مو دا کار کولو. حجرې ته په دغه ورځ يو مساپر مېلمه هم راغلى و. هغه چې موږ په دغسې حالت کې وليدلو حېران شو. له ځايه پورته شو. حېران، حېران يې زموږ خوا ته کتل. 

زموږ دغه لوبه چې هر څومره تودېدله د مساپر مېلمه په رنگ کې به هم تغيير راتلو. لږه شېبه وروسته د هغه سترگې سرې شوې. په ځير، ځير يې موږ ته کتل. اخر د يو چا ورته فکر شو او چې هغه څنگه غږ کړ چې په مېلمه څه وشول، نو موږ ټولو لوبه پرېښودله او حېران، حېران ودرېدلو. موږ چې لوبه بس کړه، نو مېلمه په حېرانۍ راغږ کړ: 

ـ دا څه کوئ؟ څه کوئ... دا مو له کومه ياد کړي دي؟ 

او موږ چوپه خوله ولاړ وو. هغه خپلې خبرې ته ادامه ورکړه: 

ـ يوه لېوني هم همداسې کول... خو تاسو څنگه داسې کوئ؟

 او د مساپر دغو خبرو د ټولو هلکانو پاملرنه ځانته واړوله. ټول ورنزدې شول. له هرې خوا ترې پوښتنې شروع شوې. مساپر مېلمه موږ ته د خپل کلي د يوه لېوني ډېره اوږده کيسه وکړه. کيسه يې وکړه چې: 

ـ... خو هغه ډېر ښکلى ځوان و. همغه سراپ درته يادوم. زما همزولى و. له موږ سره گاونډى و. په ټول کلي کې يې د ځوانۍ جوړه نه وه. مکتبي و او د ښار په کوم مکتب کې يې سبق وايه... له يوې داسې جلۍ سره يې کوزدن شوې وه چې هغه هم د کلي بې جوړې پېغله وه. هغې ته مور او پلار پرښته ويله او هغه له پرښتې نه څه کمه هم نه وه. هر چا به يې د ښکلا سيپتونه کول. سراپ غريب و. پلار يې ايله دومره کولى شول چې د مکتب خرڅ يې مات او گوډ وربرابر کړي. د واده وسه يې نه وه، خو دواړه يو په بل ډېر گران وو. په کلي کې هر چا غوښتل چې پرښته ځان ته واده کړي. ځکه چې هغه ډېره ښايسته وه، خو د هغې کوزدن سراپ سره شوې وه او دې خبرې به د هر چا زړه سراپ ته بدولو، خو په هغه هم پرښته گرانه وه. ډېره گرانه. هغه چې به په رخصتۍ راغى، نو اول به يې په پټه د پرښتې پوښتنه کوله او يا به يې د ريبارانو په خولې څه سوال او ځواب ورلېږلو. 

په يوه رخصتۍ کې هغه کور ته راغلى و. د هغه رخصتي خلاصه شوه او خپل مکتب ته لاړ هلته زموږ په کلي کې يو سهار اوازه شوه چې پرښته نه شته، ورکه شوه. هغه رښتيا ورکه شوه او بيخي ورکه شوه. داسې تري تم شوه چې نه يې مور پلار ته پته ولگېده او نه يې په کلي کې څوک په پته پوه شول. همدومره معلومه وه چې هغه له خپلې ترور کره تللې وه، خو هلته لا رسېدلې نه وه چې له زيارت سره نزدې لارې خوړلې وه. خپله مور او پلار يې او د کلي ټول خلک ورپسې وگرځېدل، خو هيچا هم پيدا نه کړه. 

هلته سراپ خبر شو. مکتب يې پرېښود او د پرښتې لټون يې پيل کړ. يوې او بلې خوا ته ډېر زيات وگرځېد. کلي او ښارونه يې وکتل، خو هغه يې پيدا نه کړه. هغه بيخي ورکه شوه. په دې ناکامه لټون کې په سراپ هم څه عجيبه کانه وشوله. 

تل به پر لاره روان و او په هر ځاى کې به يې د هغې لټون کاوه. د پرښتې پوښتنه به يې کوله، خو هغه ورکه وه او داسې ورکه چې نه يې ځاى معلوم و او نه ځايگى. په همدغه لټون او پوښتنو کې له سراپ نه لېونى جوړ شو. د کلي، ښار او بيابان لېونى. هغه څه ډېر وخت په کوم کلي کې و. هلته به هم په يوه لاره تلو راتلو. زيارتونه يې لټول. چوپ و. گونگ و، خو په چوپتيا کې به يې د پرښتې لټون کاوه او په گونگه ژبه به يې له شا او خوا نه او له خلکو او له کاڼو او بوټو د پرښتې پوښتنه کوله. 

په هغه کلي کې يې ډېر وخت تېر کړى و. خپل خپلوان ترې خبر شول. په هغه پسې راغلل او په زور يې له ځان سره راوست، خو هغه په خپل کلي کې هيچا هم ونه پېژاندلو. هغه ځوان سراپ نه و. لېونى و. ببرسرى لېونى. هغه ډېر زر بېرته له خپل کلي نه ورک شو او لکه چې بيا د پرښتې په لټون پسې وتلى وي او د زيارتونو په لټون پسې. په کلي کې داسې اوازې خورې شوې چې پرښته له کلي نه چا په زور تښتولې ده او کم لرې ځاى ته بيوله شوې ده، خو اوس د هغې مور او پلار زاړه او زهير دي. کړېدلي او کم نظره دي او سراپ لېونى!

لېوني سراپ عجيبه عادت لاره. دا چې وسه يې نه وه چې پرښته پيدا کړي له ځانه يې انتقام اخيستلو. د خپلې بې وسۍ انتقام. ځان يې په سوکونو واهه او د قيو... قيو چيغې به يې وهلې. فکر يې کاوه چې په همدومره کړاو به يوه ورځ مړ شم. خامخا به مړ شم... او خداى خبر چې اوس به هغه چېرته وي. مړ به وي که ژوندى... 

او مېلمه ډېره اوږده کيسه وکړه، خو خبره چې يې تر دې ځايه ورسوله، موږ ټولو ته قيو لېونى راياد شو. د هغه څيره او د قيو... قيو غږونه راياد شول او لکه چې يو ځل بيا مو د هغه له خپلې خولې اورېدلي وي. د هغه د لټون په موخه هم ايله اوس پوه شولو او همداسې، خو زموږ په کيسو کې د يوه بل لېوني کيسه هم زياته شوه، خو يوه ورکه کيسه. د لېوني يوه بې انجامه کيسه. زموږ د قيو لېوني!!

 

((١٣٦١هـ. ش. کال))

 



 

 

                                                                                                                                                             د مورچل په خوا کې

 


خداى خبر چې خيرو ترور ته به په زړه کې څه شى ورگرزېدلى وي، خو هغې يوناڅاپه منداڼو بس کړ او څه چورتي شانته شوه، ښايي دا سوچ به د هغې خبرې په هکله و چې سهار يې د جنت خان په کور کې د هغه د مزدور له خولې اورېدلي وه. 

اوازه خو داسې وه چې سبا ته به بيا د کلي مټور ځوانان راټولېږي او د پرنگيانو په هغو لښکرو باندې به بريد کوي چې د دې کلي ترڅنگه څو مياشتې مخکې مېشته شوي وو، هسې خو درې، څلور ځلې مخکې هم د دې کلي ځوانانو په هغوى بريد کړى و، خو زيات شمېر جنگيالي به په کې د پرنگيانو له خوا ووژل شول. دا ځلې دوى کلک هوډ کړى و چې که په هر ډول کېږي د پرنگيانو جرړې به بيخي له دې ځايه ورکوي او تر هغه پورې چې د دې ځاى يو تن هم ژوندى وي، جگړې ته به ښه په ولولو پايښت ورکوي. 

خيرو تررو سره خو د دې سودا نه وه چې گوندې د هغې زلمى زوى ((سمندر)) به بيا جگړې ته ځي. ځکه چې دا خبرې، خو به لا په ماشومتوب کې د سمندر په غوږونو کې د خيرو ترور له خوا زمزمه کېدې او تل به يې هغه ته دا وصيت کاوه چې: 

ـ بچيه! پرنگيان زموږ د ټولو دښمنان دي... ستا پلار به همدا خبرې کولې... خداى دې يې جنتونه په نصيب کړي... 

او هغه اوس هم په همدې هيله وه چې سمندر به کله له نورو ځوانانو سره يو ځاى د جگړې ډگر ته وردانگي. خيرو ترور به، نو ولې په دې خبره خپه کېدله چې د سمندر توره هم د پرنگيانو په وينو سره کور ته راوړله شي، خو لکه چې هغه په کومه بله وجه لږه فکري شانتې وه. 

هغې دا څو ورځې له خپل زوى سره مشوره کوله چې څنگه او له چا سره ستا کور آباد کړم او بيا خو ورسره سمندر هم دا خبره منلې وه چې په همدغو ورځو کې به په دې هکله له ځانه سره پرېکړه کوي. خيرو ترور په دې فکر کې وه چې هسې نه د سمندر د ډولۍ پر ځاى د سمندر جنازه د کور پر درشل ورننوځي او په خيال کې جوړه شوې دغه رنگينه دنياگۍ يې ړنگه بنگه شي او چې بيا به يې تېري کوونکو پرنگي لښکرو ته پام شو، نو دا خبرې به ترې هېرې شوې او يوازې د پرنگيانو د ورکولو سوال به ورمخې ته شو. 

خيرو ترور په دغو سوچونو کې داسې ډوبه وه چې هر څه ترې هېر وو، دا يې په خيال کې هم نه راتلل چې گوندې د پيوو د شاربلو لپاره د پښو په سر ناسته ده او منداڼو يې په لاس کې دى. کله به د فکر په څپو کې د انگرېزانو څوکيوو او سنگرونو ته ورسېده او هلته به يې له خپل زوى سره په څنگ کې د تورو د خرپا په اوازونو کې داسې په مېړانه تورې وهلې چې په هر وار به يې د انگرېزي لښکريانو د يو يو تن ورمېږونه ورماتول او د هغې رنگ به سور او شين واوښت، لکه چې کوم چا ته سخته په قار وي. 

هغه کومې نامعلومې خوا ته سخته متوجه وه. په ځير ځير يې کتل، خو خپله هم نه پوهېده چې چېرته گوري او چا ته؟

خيرو ترور په دغو سوچونو کې ډوبه ناسته وه او د فکر لړۍ يې پسې نورې هم اوږدولې. په دې وخت کې پرې د جنت خان مېرمنې نارې کړې: 

ـ خيرو! وه خيرو!

خيرو ترور لا په هماغه خپل سوچ کې وه. د هغې غږ يې وانه ورېده. 

د جنت خان مېرمنې خپل غږ نور هم لوړ او له قهر سره ملگرى کړ: 

ـ خيرو... خيرو! لکه چې ويده يې که څنگه؟ لکه چې په دغو ورځو کې دې د کار سره هم ډډه نه لگي... 

د کور د بي بي په دې غږ خيرو ترور د خيال له ژور سمندر نه راووته او چې ځان ته يې فکر شو، نو زر زر يې د منداڼو په وهلو لاس پورې کړ او ځان يې په کار داسې بوخت کړ، لکه د سره چې يې دمه نه وي کړي، خو (بي بي) ورته سترگې ورنېغې کړې: 

ـ تا خو پوره يو ساعت دمه وکړه. په څه پيکرونو کې ډوبه شوې وې. زما خو درته پام و. ړنده يې که کڼه او که شله؟!

او د هغې ځواب له ياده وووت: 

ـ هسې بي بي... هسې... 

او خيرو ترور خبره په هسې هغه دغه تېره کړه. د منداڼو وهلو ته يې زور ورکړ او خپل کار يې ډېر زر سرته ورساوه. 

له هغې ورځې راپه دېخوا چې د خيرو ترور خاوند مړ شوى و، نو هغې د جنت خان په کور کې د غوا، غوجلې، د منگيو د راډکولو او د مستو د شاربلو ټول خدمت کاوه او د همدې کور په کترو (قطرو) به يې ځان او خپل زوى له لوږې ساته. سمندر خو به ورته له هماغې ورځې راوروسته چې په خپلو مټو يې باور پيدا شوى و، تل ويل چې: 

ـ بس دى نور د جنت خان د کور مزدوري پرېده. دومره څه به خداى رارسوي چې دواړه پرې له لوږې ځان بچ کړو... 

خو هغې دا خبره نه منله، ځکه چې (کار) ورته شرم نه ښکارېده او په ډېره مينه به يې خپل کار سرته رسولو. دوى په ډېره خوارۍ او سختۍ څو روپۍ جمع کړې وې او دا يې په زړه کې وو چې که د سمندر کور پرې آباد شي. د خيرو ترور ژوند د همدغو هيلو بهيرونو پسې رااخيستى و او هغې په همدغو امېدونو شپې د ورځو او ورځې د شپو په انتظار تېرولې. 

په هغه ورځ خيرو ترور د جنت د کور ټولې چارې په ډېره تندۍ پاى ته ورسولې او په يوه لوښي کې چې له ځانه سره يې راوړى و، يو څه شړومبې واچولې او کور ته لاړه. په کور کې يې شړومبه توده کړه. سوکړک يې په کې مات کړ او پټي ته روانه شوه. 

هلته سمندر د اوړي په گرمۍ کې د جنت خان په ځمکو کې په قلبه لگيا و او داسې په گرمۍ يې کار کاوه، لکه چې غواړي خپل ټول توان همدا نن خلاص کړي. هغه هم له راتلونکې جگړې نه خبر و او دا خو ځکه چې د کلي نغاره يې اورېدلې وه او بيا په شا او خوا کې ډېر زر دا خبره خوره شوه چې سبا ته به بيا د کلي ټول زلميان د پرنگيانو مقابلې ته وروځي. 

خيرو ترور چې په دسترخوان کې تاو کړې کاسه د پولې پر سر کېښوده او سمندر ته يې د سر اشاره وکړه، سمندر ته داسې ښکاره شوه، لکه چې مور يې بيا د څه فکر په څپو کې لاهو ده. د هغې په څېره کې همداسې څه خبرې نغښتې او خوندي ښکارېدلې. 

سمندر د پټي د سر په وياله کې لاسونه ووينځل. د خپلې مور د تندي گونځو ته يې رډ رډ وکتل او ورته ويې ويل: 

ـ ادې! تا خو به لا د ډېرې پخوا زمانې نه راته د خپلواکۍ د ساتلو او گټلو وصيت کاوه. که خير وي، نو سبا ته به ضرور ستا وصيت پوره کوم... 

او چې خيرو ترور خبره هسې وژوله، نو سمندر پوه شو چې مور مې څه ويل غواړي، ځکه خو يې خپل ځان هغې ته ښه ورنزدې کړ او په سړه سينه يې ورته وويل: 

ـ ادې! خداى به خير کړي. دا کارونه به هغه وخت کېږي چې د جگړو نه خلاص شو. 

سمندر مړۍ وخوړه او مور ترې رخصت شوه. 

هغه د يو څه وخت لپاره اوږد وغزېد او غوښتل يې چې دمه وکړي. د چاودو پښو پوندو يې نرى شان درد شروع کړ. راجگ شو. له خولۍ نه يې ستنه راواخيسته او له خپلو پښو نه يې د اغزيو په وښکلو پيل وکړ، خداى خبر چې څومره وخت به يې په خپلو پښو کې ستنه چوخولې وي، خو چې يو وخت يې ځان ته پام شو، نو ويې ليدل چې ټول خلک په پټيو کې لگيا دي. له ځايه راجگ شو او بيا يې په کار شروع وکړه. تر مازيگره پورې په کار اخته و او چې ښه ستړى شو، نو کار يې بس کړ او کور ته لاړ. 

سبا سمندر د درو زوړ ټوپک پاک او په تيلو يې غوړ کړ. ملا يې کلکه وتړله. څو وچ سوکړکان يې له ملا راتاو کړل او له مور نه يې رخصت واخيست. خيرو ترور خپل زوى څو، څو ځلې ښکل کړ او تر ډېره ځايه له هغه سره په څنگ، څنگ کې روانه وه. 

سمندر د زلميانو په لومړي کتار کې ودرېد. له لرې به يې يو ځل خپل کور او يو ځل هم په کلي کې د کوم بل چا کور ته حېران، حېران وکتل. نورو ته خو دا نه وه ښکاره چې سمندر له خپل کور نه پرته د بل چا د کور طرف ته ولې د مينې نظر کوي؟ خو د هغه په زړه کې څه پټې شان خبرې پرتې وې او لکه چې هغه په زړه کې دغه مينه تر اوسه پټه ساتله او غوښتل يې چې په همدې شپو، ورځو کې خپلې بوډۍ مور ته دا مينه ښکاره کړه. سمندر يو ځل بيا هم دواړو کورونو ته پټ نظر وکړ او بيا نو د کلي زلميان وخوځېدل. خپل ځانونه يې ټاکلو ځايونو ته ورسول. 

هلته يې د غره په تړو کې مورچلې جوړې کړې او جگړې څو ورځې دوام وکړ. په دې څو ورځو کې ډېر زلميان په خپلو وينو کې ولمبېدل او د ډېرو پرنگيانو سينې هم څيرې کړى شوې. 

يوه ورځ د پرنگيانو الوتکې هم د دوى د مورچل دپاسه تېرې شوې. دوى د لومړي ځل لپاره الوتکې وليدلې. هک پک يې ورته وکتل، خو هېڅ ډول وېره يې په زړه کې نه گرځېدله. غوښتل يې چې د درو په ټوپکو دغه الوتکې وولي، خو هغو الوتکو ته د دوى گولۍ نه شوې رسېدلاى. 

***

له پرنگيانو سره د زلمو جگړه ډېرې ورځې روانه وه. کلي ته به له له جنگ نه ډول، ډول خبرونه راتلل. په کلي کې هم ټول خلک ناارامه، غمجن او پرېشانه وو. هر څوک به يوه نوي خبر ته سترگې او غوږونه په لار وو. که له جنگياليوو زلمو به کوم يو شهيد شو، په هماغه ورځ به کلي ته راوړل شو او په لويه هديره کې به ښخ کړى شو. 

خيرو ترور به هره ورځ د سمندر پوښتنې کولې. سخته سودا يې وه چې د پرنگيانو د مرگ، ژوبلې به يې واورېدل خوشحاله به شوه، خو هسې به په زړه کې وروگرځېدل چې هغوى به هم د کومې مور زامن او د کومې خور ورونه وي، نو خپه به شوه. بيا به په زړه کې وروگرځېدل چې ښه نو هغوى ولې زموږ زامن وژني؟ بيا به نور څه په زړه کې وروگرځېدل او شپه او ورځ به يې په همدغو سوچونو کې تېرېدله. هغه چې به بيا د کوم زلمي له وژلو خبره شوه، وارخطا به شوه. چغې به يې کړې. اوښکې به يې تويې کړې او د سمندر سودا به بيا ورسره زياته شوه. 

***

يوه ورځ داسې هم راغله چې د جنگ د ختمېدو اوازه کلي ته راورسېده. ټول خلک خوشحاله شول. ميندې او ناوې له ټولو نه خوشحاله ښکارېدې. نغاره ووهله شوه. ټول خلک راټول شول او د پاتې جنگيالو زلمو هرکلي ته ورروان شول. 

خيرو تررو هم خپل لوى تور پړونى په سر کړ او په بيړه، بيړه د کلي په خلکو پسې روانه شوه. هلته وروسېدل. پرنگيانو ماتې خوړلې وه. زلمي سخت خوشحاله وو. هر چا به هغوى په غېږو کې نيول. ښکلول يې او شاباسي يې ورته ويل. خيرو ترور هم په سمندر پسې حېرانه يوې خوا او بلې خوا ته گرځېده. خپل ځوان زوى يې لټولو، خو هغه يې پيدا نه کړاى شو. چغې يې کړې او خلک پرې راټول شول. له هر چانه يې د سمندر پوښتنه کوله. د هغې چغې يوه جنگيالي زلمي واورېدې. خيرو ترور ته ورنزدې شو. رډ رډ يې ورته وکتل. د هغه سترگو ته هم اوښکې راغلې. خيرو ترور ته ښه ورنزدې شو. له لاسه يې ونيوله او د يوه مورچل خواته په گډه روان شول. هلته د يوه تازه جوړ شوي قبر خوا ته ودرېدل. ځوان خيرو ترور ته مخ ورواړاوه: 

ـ دلته دى سمندر... هغه اوس دلته پروت دى... 

او خيرو ترور چې دا خبره واورېده په قبر ورولوېده. څو څو ځلې يې د قبر خاورې ښکل کړې او په خپل سر يې د هغه د قبر خاورې باد کړې. يو چا له لاسه ونيوله. له قبر نه يې را لرې کړه او بيا هماغه ځوان خيرو ترور ته په خبرو شروع وکړه: 

ـ سمندر ډېر په باتورۍ جنگېده. هغه ډېر پرنگيان ووژل او يوه ورځ په ډېره سخته جگړه کې د پرنگيانو په گولۍ د هغه سينه سورۍ شوه. زه د هغه په څنگ کې وم. په غېږ کې مې ونيولو. هغه همدومره وويل چې: ((ما همدلته د همدې مورچل په خوا کې ښخ کئ)) او بيا په هغه کې سا نه وه... موږ هم بيا د ماښام په تياره کې هغه دلته ښخ کړ... سمندر... 

او د ځوان خبره چې تر دې ځايه ورسېده، خيرو ترور بيا په قبر ورولوېده او د قبر خاورې يې بيا په سر باد راباد کړې. هغه دا ځل ډېر زر له قبر نه راپاڅېده. لږه رابېرته ودرېده. خلکو ته يې مخ ورواړاوه او په رپندو شونډو يې خبره شروع کړه: 

ما خپل زوى... خپل سمندر... همدې ورځې ته رالوى کړى و... خو هسې... 

او خداى خبر هغې ولې خپله خبره پوره نه کړاى شوه. د هغې اوښکو د هغې په مخ ويالې جوړې کړې او پر ځاى کېناسته. 

***

له دې وروسته به د سمندر بوډۍ مور په اوونۍ کې يو ځل خامخا د هغه قبر ته ورتله. د هغه د قبر سر ته يې داسې سره جنډه ودروله، تا به ويل چې د کوم غره پر سر د غاټول گل خپلې پاڼې د خپلو خلکو په وياړ کټ، کټ خندا ته پرانستې وي. خيرو ترور چې به هر چېرته سرې ټوټې پيدا کړې، هغه به يې له ځانه سره راواخيستلې او د سمندر د قبر په جنډه پورې به يې وروتړلې. 

هلته د سمندر د قبر څنگ ته جنگياليوو له بري وروسته له تيږو او تبسکو نه يو وړوکى څلى هم جوړ کړى و او کله چې به خيرو ترور د سمندر د قبر څنگ ته ناسته وه او همغه يادگاري څلي ته به يې وکتل او بيا به يې د سمندر قبر ته پام شو، نو هغې ته به داسې ښکاره شول، لکه چې سمندر ترې د رنگينو گلانو گېډۍ غواړي. 

خيرو ترور به کله کله د گلانو ښکلې گېډۍ جوړې کړې او بيا به يې د سمندر د قبر سر او پښو ته کېښودې. هغې ته به داسې ښکاره شول، لکه چې سمندر ورته په ډېر وياړ بيا، بيا چيغې وهي: 

که پسرلی به نيمه خوا شو
 بيا مې په شناختو پورې وتړه گلونه
 
 

 ((١٣٥٥هـ. ش. کال)) 
 

 


                                                                                                                                                                د وينې سپارښتنه


 

ژمى لا نه و، خو هوا سړه شوې وه. د تيارې په منځ کې به د باد نرۍ، نرۍ څپه په سړي لکه د ميرې مور د څپېړې په څېر لگېده. آسمان به هم د شپې په شومه دم کې د ميرې په کبرجنه څپېړه يوه نيمه اوښکه توى کړه او چې سبا به شو، نو خلکو ته به يې د ميرې څپېړه وږمه ښکاره شوه او د انسان يوه نيمه اوښکه به يې د بڼ د گلانو لپاره پرخه وگڼله. 

په همدغسې يوه شپه کې چې څنگه تياره شوه، نو (جانۍ ترور) په نغري کې خوشيان او په خپلو گوتو راټول کړي خلي سره يو ځاى کړل او د اور لگېد له زاړه دبلي نه يې تيلى راوښکه. څو، څو ځلې يې تيلى کش راکش کړ، خو د دبلي مساله لکه چې د رڼا د بلولو لپاره په خپل ځان کې د روښنايۍ د ورکولو توان نه لاره. په خوارو او زهيرو گوتو يې تيلي ته دومره زور ورکړ چې د تيلي ملا يې په منځ ماته کړه، خو هغه يې ونه غورځاوه. په ډېرو خوارويو يې نيم تيلى بلېدو ته اړ کړ او چې څنگه يې اور بل کړ، نو نغري ته تر هغې تاوېده راتاوېده چې لمبې سکروټې او سکروټې ايرې شوې. 

د ((جانۍ ترور)) زلمى زوى نن له خپل کار نه، نه و راغلى چې څنگه به تياره زياتېده، نو د (جانۍ ترور) پر زړه به د غم تورې لړې راخورېدې او د هغې له مورني احساس نه به د خواشينۍ شپول تاو شو. پخوا به يې زوى د شپې له پيل نه مخکې کور ته راته، خو نن هغه نه و راغلى او د بوډۍ مور زړه يې داسې درزا پيل کړې وه، لکه چې د کوم لوى غم د زغم لپاره خپل گوگل ته د تياري نيولو خبردارى ورکوي. 

له کور نه بهر ووتله. تر نيمايي لارې پورې لاړه، خو بيا يې څه په زړه کې وروگرځېدل او بېرته راستنه شوه. څو ځلې بيا هم له کوره ووتله، خو لا لږه لاره به يې نه وه وهلې چې بېرته به راوگرځېده او بيا به د نغري تر څنگه کېناستله. 

پوره يو کال تېر شوى و چې د (جانۍ ترور) زوى په کوم ځاى کې (ماموريت) پيدا کړى و او ژوند يې لږ لږ ښه کېده، خو کله چې هغه مامور شو، نو مور يې هم له کلي نه ښار ته راغله او د ښار په يوه لرې برخه کې يې يو وړوکى شان کور په څو سوه روپيو په کرايه ونيوه. دا کور هسې په نامه په ښار کې و او که نه، نو له دې کور نه د دوى د کلي کور ډېر ښه و. نه يې برېښنا لرله او نه يې د کړکيو ښيښې، خو د دوى شپې په کې سبا کېدلې. 

په هغه شپه يې زوى د خپل کار له ځاى نه راستون نه شو. (جانۍ ترور) په سړو ايرو کې زوړ او نرى نوسى واهه او ټوله شپه يې همدغو ايرو ته په ناسته ناسته تېره کړه. هغې به په ايرو کې سکروټې لټولې، خو سکروټې مړې شوې وې او د (جانۍ ترور) او کوټنۍ د تودېدو توان يې نه لاره. 

څو ورځې نورې هم په تمه، تمه کې تېرې شولې. هر ماښام به (جانۍ ترور) د خپل زوى د راتگ په تمه وه، خو په ماښام کې دغه تمه داسې تري تمه ښکارېده، لکه چې سړى په شپه کې د تيارې په ځاى د رڼا په هيله وي، تش د رڼا په هيله! له يوې ورځې نه به بلې ورځې ته او له يوې شپې نه به بلې شپې ته دغه هيله کمېدله. ورو، ورو به کمېدله او بيا دغه هيله مخ په ورکېدو شوه... 

يوه ورځ هغه د چا له خولې خبره شوه چې ستا زوى يې بندي کړى دى. دا خبره نه وه د اسماني تندر کړنگ و چې د (جانۍ ترور) پر سر راگوزار شو او داسې راگوزار شو چې د هغې ټول ژوند يې تڼي وڼي کړ. 

د بوډۍ جانۍ له وسه چې څه پوره وو هغه يې وکړل. په پښې ابلو پښو يې يوې خوا او بلې خوا ته ډېرې منډې رامنډې وکړې. څو، څو وارې يې خپل گرېوان څيرې وپرې کړ. ډېر سوالونه ځارۍ يې وکړې، خو چا نه د دې خبرو ته غوږ نيوه او نه يې د دې څيرې گرېوان، پښې ابلو پښو او زوړ څيري تور پړوني ته پام شو. 

د (جانۍ ترور) عمر خو ټول په کړاوونو او ستونزو کې تېر شوى و او د سر هر سپين او اوږده وېښته يې د ژوند يوه يوه کيسه په ځان کې خوندي کړې وه، خو دغې غم لړلې پېښې او د زلمي زوى د بېلتون او د دې غم د زغم لپاره يې په سينه کې ځاى نه و پاتې، ځکه خو دومره تروره او په وير اخته وه چې تا به ويل په ژوند کې ورته هېڅ شى نه دي پاتې، حتٰى ژوند يې هم نه دى پاتې. کله چې به يې د نغري خوا ته په زړه پيوندي بړستن کې ځان نغښتى و او د کوټې دروازه به باد هم نيم کښو کړه، دا به له خپله ځايه راجگه شوه او داسې خيال به يې وکړ چې گوندې زوى يې خونې ته راننووت او بيا به پرې په همدې اندېښنو کې شپه سبا شوې وه. 

(جانۍ ترور) بيا هم پر ځاى کېنناسته. ډېرې منډې، ترړې يې وکړې. چا به ورته ويل چې مړ دى. چا به ورته ويل چې په پلانکي ځاى کې دى او چا به ورته ويل چې په پلانکي ځاى کې، خو هېچورته يې هم هغه پيدا نه کړاى شو. 

هغې به څو، څو ځلې د جمعې په ورځ دوخته په زړه او خيرنه تبۍ څو تودې سپورې ډوډۍ پخې کړې. هغه به يې په يوه وړه شان ټوټه کې تاو راتاو کړې او بيا به يې د زوى زړې، پيوندي، خو پاکې جامې په همدې پنډوکي کې کېښودې او څرخي زندان ته به ورروانه شوه. تر يو ځايه پورې به په ښاري سرويس کې لاړه او بيا به يې په څو دمو ځان د زندان دروازې ته ورساوه. هلته به يې خپل پنډوکى يو چا ته ورکړ. له څه وخت وروسته به يې پنډوکى راوښکل شو او څو متره لرې به يې ورگوزار کړ. (جانۍ ترور) به پنډوکى راواخيست. هغه به يې وڅانډه څو، څو ځلې به يې ښکل کړ. بيا به يې خپلې اوښکې تويې کړې. گرېوان به يې څيرې کړ، ځولۍ به يې خوره کړه او سر به يې سرتور کړ، خو د دې خبره لا چا يوازې اورېدې قدرې هم نه شوه. هغه به په غم راستنه شوه. په لاره به څو وارې کېناستله. دمه به يې وکړه او بيا به بېرته جگه او روانه شوله. 

شپې او ورځې همداسې تېرېدلې. هغه ورځ په ورځ کمزورې کېدله. زړه يې زهيرېده او ناسته ولاړه به پرې هم لوى پيټى و، ځکه چې لا د هغې زوى د بې گناهۍ په گناه بندي و. 

بوډۍ جانۍ به کله ناروغه وه او کله په نامه روغه. د زوى بېلتون ورته لوى رنځ پيدا کړى و. که د کلي کور کومې ښځې يا ماشوم به ورته وويل چې زوى به دې کور ته راشي، نو داسې به خوشحاله شوه او مخ به يې سمدلاسه داسې روڼ شو، لکه چې په همدې ساعت يې زوى تر سترگو شوى وي او که چا به ورته په شونډو کې د افسوس پر ځاى (څوق - څوق) وکړ، نو بوډۍ به داسې زېړه شوه او رنگ به يې داسې والوت، لکه چې همدا اوس يې مخې ته د زلمي زوى جنازه پرته وي او جانۍ پرې د وير لپاره له اوښکو سره يو ځاى ساندې وايي. 

ژوند يې د همدغو دوه حالتونو د بهير په څپو کې په ناارامۍ او کړاو سره تېرېده. چېرته په ورځ دوه کې به يې کومه گوله ډوډۍ په سختۍ وخوړه، خو هغه به يې هم له ستوني نه تېرېده او چې له ستوني به تېره شوه، نو بيا به يې د بلې مړۍ د تېرېدو لپاره ستونى نه و چمتو. بس يوازې هډوکى او پوستکى يې پاتې و. 

***

او بيا داسې يوه ورځ هم راغله چې د (جانۍ ترور) په تندي کې د گونځو پر ځاى د خوښۍ رڼا ليدله کېده. د هغې په سترگو کې د غم د اوښکو پر ځاى د خوښۍ روښنايي ښکارېده او د هغې پر وچو شونډو داسې پټه شان موسکا نڅېدله چې چا نه ليده، خو د (جانۍ ترور) خپلو شونډو احساسولى شوه... هغې له چا نه اورېدلي وو چې نن به د خونړي زندان دروازې خلاصېږي او د خوښۍ او نېکمرغۍ په دغه زيري، خو هغې د پړوني له پيڅکي نه پوره دوه روپۍ راسپړلې وې او د خپل زلمي زوى د سر خيرات کړې يې وې. 

هغه له همدې کبله ډېره خوشحاله ښکارېده. د لرې مزله لپاره يې خپلې زړې ساتل شوې کلوشې هم په پښو کړې. زوړ پړونى يې په سر راټينگ کړ. خپل گرېوان يې د پتريو پر ځاى په تار کلک، کلک وتاړه. له کوره راووتله او د څرخي زندان په نيت په منډه، منډه روانه شوله. 

د هغې زړه و چې په خپلو پښو لاړه شي او بايد يې هم همداسې کړى واى، ځکه چې ساتل شوې دوه روپۍ، خو ترې د نېکمرغۍ د زېري په اورېدو کې تلې وې او هغه به نن چېرې هم نه واى ستړې شواى، ځکه چې لا د ځان د ستړيا په سوچ کې هم نه وه او پوره ډېره لار يې وهلې وه چې يو موټر يې په څنگ کې ودرېده او (جانۍ ترور) يې له ځانه سره جگه کړه. په دې موټر کې څو نورې ښځې هم څرخي زندان ته د بنديانو د هر کلي لپاره ورتللې. په بوډۍ يې زړه وسوځېده او هغه يې په موټر کې له ځان سره کېنوله. 

د ښار له خوا د لويو او وړو، نويو او زړو، ډکو او تشو موټرو يو رنگا رنگ بهير د څرخي زندان پر لور روان و او دغه بهير له ورايه دومره ښکلى ښکارېده، لکه چې چا د زړه راښکونکو گلانو امېلونه وراچولي وي او دغه امېلونه خپل ځانونه د څرخي جېل د زندانيانو غاړو ته رسول غواړي. دغه بهير ورو، ورو روان او د زندان مخې ته به بيا امېل خور، وور شو. 

((جانۍ ترور)) د زندان مخې ته په لوى ډگر کې له موټر نه کوزه شوه. پايڅې يې راجگې کړې او په منډه، منډه يې ځان د زندان هغې دروازې ته ورساوه چې خلک يې مخې ته راټول شوي وو او لا راټولېدل. گڼه گوڼه بيخي زياته وه. شور ماشور و، چيغې وې او له هيلو ډکې موسکاگانې په شونډو خورې ښکارېدې. (جانۍ ترور) د خلکو په منځ کې ځان ته لاره پيدا کوله او په دې هڅه کې وه چې ځان د خلکو سر ته ورسوي. هغه ډېره کمزورې وه، خو نن په کې څه داسې توان پيدا شوى و چې د خلکو په دغه گڼه گوڼه کې لا پرمخ روانه وه او گړندي، گړندي گامونه يې اخيستل. ټول خلک د بنديانو خلاصېدو ته سترگې په لاره وو او لا د خلکو بهير راچلېده... څرخي زندان خړ شان معلومېده او لکه چې په خپله (ډېر خوره) گېډه يې سترگې خړې شوې وي او له ډېره شرمه چا ته کتلى هم نه شي. (جانۍ) څو ځلې مخکې هم هغه زندان ته ورغلې وه، خو دا وار چې يې د هغه مخې ته د خلکو بهيرونه وليدل، نو زندان هم عجيبه ورته ښکاره شو. 

زوى ورياد شو. هغه ستونزې يې ور په زړه شوې چې په وړوکتوب کې يې له زوى سره تېرې کړې وې. د هغه خاپوړې ور يادې شولې او بيا نو د هغه ټول ژوند په يوه منډه کې د دې په ذهن کې د پردې په شان تېر شو. 

هغه ورځ يې هم په زړه کې تېره شوه چې زوى يې لومړنۍ تنخوا اخيستې وه او هغه يې ټوله په خوشحالۍ دې ته ورکړه او ورته يې وويل چې: 

ـ مورې! موږ به دلته په ښار کې ځان ته يو ښه کور هم جوړ کو، 

خو (جانۍ ترور) چې په همدې وخت کې د څرخي زندان پخو دېوالونو ته وکتل، د خپل راتلونکي کور د جوړولو او لرلو هيله يې هم په زړه کې تری تم شوه. 

لږ څه وروسته د خلکو انتظار د پوره کېدو پړاو ته ورسېده. د بنديانو د خلاصون غږ وشو او له دې سره سم بيا د څرخي زندان پخې کلا خپلې شونډې خوږې خندا ته پرانيستې، خو د خندا په ځاى يې له خولې د آهونو لوخړې راووتې. داسې لوخړې چې نزدې يې راغلي کسان هم سوځولي وو. 

د هر بندي د تندي په گونځو کې که له يوې خوا غم لړلې کيسې، حکايتونه او حتٰى افسانوي نادودې پرتې وې، نو له بلې خوا يې په تنديو کې تاريخونه خوندي ښکارېدل. 

(جانۍ ترور) چې لا دوخته يې ځان په ډېره سختۍ د زندان خولې ته نزدې کړى و، د هر بندي سترگو ته به يې کتل او په ټولو سترگو کې به يې د زوى سترگې لټولې. هر بندي چې به څنگه د زندان له خولې نه راوووت، نو (جانۍ ترور) به ځان ورورساوه. هغه به يې په غېږه کې ټينگ ونيو. څو ځلې به يې پرمخ ښکل کړاو بيا به يې سترگو ته داسې ځيره شوه، لکه چې هغې ته د زوى سترگې او د دوى سترگې يو ډول ښکاره شوې وي. 

هر چا به چې خپل بندي وليد، نو زړه به يې د گل په شان وغوړېده. هغه به يې ښکل کړ او بيا به په گډه سره رهي شول. د (جانۍ ترور) تلوسه وار په وار زياتېده او چې هر بندي به راوووت، نو هغې به پرې د زوى خيال کاوه. د دې په زړه کې به د خپل زوى څېره راوگرځېده. خبرې اترې به يې وريادې شوې او بيا به يې داسې تصور وکړ، لکه چې زوى يې له زندانه راخلاص شوى وي او چې ځان ته به يې ښه پام شو، نو د يو بل بندي مخ به يې په مينه مينه ښکلاوه او په هر چا به يې د زوى مينه کوله. 

د هغې زړه ښه ټوپونه پيل کړي وو. په دې سوچ کې وه چې اوس به مې زوى راوځي او اوس به راوځي، خو هغه د زندان له گېډې راونه ووت. 

بنديان خلاص شول. راغلي کسان بېرته مخ په ستنېدو وو. ډېر کسان خوشحاله او نېکمرغه ښکارېدل او د چا په څېره کې د شونډو د موسکا پر ځاى د سترگو اوښکې ښکارېدې. 

((جانۍ ترور)) تروره ښکارېده. لاره ترې ورکه شوه او د لټون تلوسه يې په زړه کې خاورې، ايرې شوه. د هغې زوى په زندان کې نه و. هغه تر ربړونو او شکنجو لاندې ډېر ځپل شوى او وهل شوى و، خو دا نه پوهېده چې دومره ربړونه د کومې گناه لپاره دي او چې بيا هغه په يوه تور موټر کې له يو زيات شمېر نورو کسانو سره لرې ځاى ته يووړل شو او څنگه پرې ظالم تراکتور خاورې واړولې، نو د هغه له خولې نه يوازې يوه کلمه وتلې وه، یوازې یوه کړیکه: 

 ـ مورې!!

او لکه چې هغه کړيکه ايله بيله اوس د (جانۍ ترور) غوږ ته رسېدلې وي. هغې يوه چيغه وکړه. منډه يې کړه او بيا د زندان دېوال ته نزدې ولوېده. پر ځمکه نرۍ نرۍ واوره هم پاتې وه. د (جانۍ ترور) تور پړونى په واوره کې له هغې نه وړاندې غورځېدلې و. په دې وخت کې د زندان د برجونو واورې د لمر وړانگو ويلې کولې او د اوبو څو څاڅکي يې له دواړو لويو برجونو نه داسې راوڅڅېدل، لکه چې د اوبو په ځاى د ظالم زندان له دواړو کټارو سترگو نه د غم ځپلو په حال د وير اوښکې راتويې شوې وي. 

لږه شېبه وروسته چې ((جانۍ ترور)) ته د چا فکر کېده، نو بيا د هغې له خولې نه وينه داسې بهېدلې وه چې د شا او خوا تکه سپينه واوره يې تکه سره کړه او لکه چې له (جانۍ ترور) سره د خپل زوى او ټولو ربړېدلو او وژل شويو کسانو وينه يو ځاى شوې وي او د واورې پر مخ يې کرښې جوړې کړې وي. کرښې خورې ورې شوې وي او له هرې کرښې نه يوه، يوه پوښتنه جوړه شوې وي. وړې، وړې پوښتنې او لويې، لويې پوښتنې!

لکه چې دغو وينو د انسان د ځپلو له کبله په کړيکو، کړيکو ژړل او لکه چې دغو وينو د هر انسان نامه ته د درنښت لپاره سپينه واوره سره کړې وه. 

خلکو ته داسې ښکاره شوه، لکه چې د چا له لاسه څڅول شوې وينه هر چا ته د انسان د نامه د درنښت همېشنۍ سپارښتنه کوي. 

 

((١٣٥٨هـ. ش. کال))

 



 

 

                                                                                                                                      تور خالونه

 


هغه عجيبه غوا وه. بل ډول عادتونه يې لرل. زموږ د کور ټولو کسانو ته هغه گرانه وه، خو پر ما هغه له هر چا نه زياته گرانه وه. د هغې پر سپين پوټکي تور خالونه او تور داغونه ډېر ښکلي ښکارېدل. ما چې به د هغې تورو خالونو ته وکتل، نو لا به په زړه پورې راته ښکاره شوه. هغه زموږ په کور کې رالويه شوې وه او ځکه موږ ته هغه گرانه وه... ډېره گرانه. 

د غوجلې بوى پر هغې له هر څه نه ښه لگېده. هغه چې به د غوجلې پر وره وردننه شوه، نو ځان به يې ډېر ارام او هوسا احساس کړ. نېغه به خپل اخور ته روانه شوه او پر خپل ځاى چې به ودرېده، نو يو ځل به يې خپل ښي او کيڼ اړخ ته وکتل، بيا به د بوسو په خوراک لگيا شوه، لکه چې د نورو ملگرو غواوو د رارسېدو او پر خپل ځاى درېدو سودا چې يې له ځانه لرې کوله. دا يوازې د برگۍ غوا عادت نه و. د ټولو همدا حال و، خو برگۍ غوا به تل همداسې کول او تر نورو ټولو وړاندې به يې دا کار سرته رسولو، ځکه خو د هغې د تورو خالونو په ليدو، لکه چې د ټولې غوجلې تسکين کېده. 

غوجله زموږ د کور په يوه اړخ کې وه. يوه لويه کوټه وه او په ژمي کې به هغه کوټه دومره ښه او گرمه وه چې که مور به مې هر وخت د غواگانو د لوشلو لپاره ورتلله، نو زه به هم وروسته، وروسته ورپسې روان وم. که هغې به نه پرېښودم، نو ما به چغې وهلې. ژړل به مې او هغه به مجبوره شوه چې ما هم له ځانه سره پرېږدي. 

ما ته هم غوجله گرانه وه. په تېره بيا د ژمي په سړو کې چې به موږ غوجلې ته ورننوتلو، نو عجيب کيف به يې کاوه. کومه شپه چې به زموږ کومه غوا لنگېدله، نو هغه شپه به موږ هېڅ خوب نه کاوه. د غوا لنگېدل زموږ په کور کې ډېره لويه پېښه وه. هره شېبه به د نوي خوسي يا خوسۍ پيدا کېدو ته سترگې په لاره وو. هغه شپه به موږ ټولو په غوجله کې گڼه گوڼه جوړه کړې وه. 

ټول به خوشحاله وو او چې بيا به کوم نوى خوسى پيدا شو، نو موږ به له خوشحالۍ نه ټوپونه وهل. مور به مې هم ډېره خوشحاله وه. هغې ته ټولې غواوې گرانې وې. کوم نوى خوسى چې به پيدا شو، نو موږ به بيا غوجلې ته ډېر ورتللو، خو که هغه خوسي ته به ورنزدې کېدلو، نو لنگه غوا به ډېره په غصه کېدله. مور به تل موږ ته ويل چې: 

دوى ته خپل اولاد ډېر گران وي... د دوى اولاد د دوى د زړه ټوټه وي... که بد مو ورته وکتل يا مو ډېر په عذاب کړه، په ښکرونو به مو ووهي، و به مو وژني... 

او له هغې وروسته به موږ واړه خوسي نه په عذابول. يوازې له ورايه به مو د هغوى ننداره کوله. په زړه کې به مو مينه ورسره کوله او د خوسي او د مور له مينې به موږ هم خوند اخيست. زموږ د کور په غوجله کې به د شپې له خوا دوه غوايان، دوه خرې، درې غواگانې او څلور پنځه خوسي او خوسکي ولاړ وو. داسې ښکارېدل، لکه چې دوى يو له بله سره عادت کړى و، لکه چې ټول يو پر بل گران وي او دا خبره، خو به ځکه موږ ته معلومېده چې که کومه شپه به له دوى څخه يو هم ناوخته راغى او په مازيگري کې به له پادې نه پاتې شوى و، دوى ټول به نارام وو. پر خپل ځاى به ارام نه درېدل او هماغه تش ځاى او هماغه اخور ته به يې کتل او کله چې به يې سترگې ورباندې ولگېدې، نو يو ځل به په ټولو کې وينه وچلېده او ټولو به خپلو خپلو اخورونو ته سرونه ټيټ کړل او ټيټ سر به په خوراک لگيا شول. 

يوه غوا خو به مو خامخا لنگه وه. کله به لا دوه وې او کله به لا درې واړه لنگې وې او زموږ ټول کور به په شودو، مستو او شړومبو او کوچو چړچې کولې. شا او خوا کورونو ته به مو هم شړومبې ورکولې. د غوجلې دنيا به ماته عجيبه شان دنيا ښکارېده. ما به فکر کاوه چې دوى ته يو بل ډېر زيات گران دي، ځکه چې ما هېڅکله هم په جنگ نه وو سره ليدلي، هېڅکله مې يو له بله خپه نه وو ليدلي او دا خو مې هېڅکله هم نه وو اورېدلي چې گوندې يوه دې بل وژلى وي. 

***

يو مازيگر چې پاده راغله، نو يوه غوا په کې نه وه. هماغه برگۍ غوا په کې نه وه. هماغه د تورو خالونو او داغونو غوا. د غوجلې نورې غواگانې، خرې، غوايان او خوسکي راغلل، خو په خپلو ځايونو کې چې ودرېدل او يو اخور يې تش وليد، نو ټول پرېشانه شول. له خوراک نه يې قسم وخوړ او هماغه تش ځاى ته يې سترگې ونيوې. زموږ برگۍ غوا په کومه وياله کې لوېدلې وه. وروستۍ پښه يې بيخي ماته وه. پلار او څو نورو خپلوانو او گاونډيانو مو يو لوى کټ له ځانه سره يووړ. غوا يې په کې کلکه وتړله او په اوږو يې زموږ تر کوره راورسوله. نيا او مور چې مو غوا وليده، نو ويې ژړل او ما هم له هغوى سره يو ځاى ژړا شروع کړه. هغه غوا بايد حلاله شوې واى. غوښه يې هم بايد خيرات شوې واى. همداسې وشول. برگۍ غوا حلاله شوه. ونډۍ، ونډۍ شوه او غوښه يې په ټول کلي کې ووېشله شوه. زموږ په کور کې هم د غوښې پرېماني وه. هېڅکله مې په خپل کور کې دومره ډېره غوښه نه وه ليدلې. د ډوډۍ وخت چې شو، نو پر دسترخوان کېناستو. کاسې ټولې له سرو غوښو ډکې وې. مور مې ډوډۍ نه خوړله. ما چې څنگه يوه غټه بوټۍ غوښه خولې ته کړه، نو په همدغه وخت کې يو وار برگۍ غور راياده شوه. د هغې تور خالونه او تورو داغونه راياد شول. غوښه مې بېرته له خولې لرې کړه. ما ويل چې گوندې ټوله برگۍ غوا مې په خوله کړې ده. له دسترخوان نه پورته شوم. د ماښام وخت و. نېغ غوجلې ته لاړم او زه چې غوجلې ته ننوتم نو څه عجيبه حالت مې وليد. د ټولې غوجلې ډنگر ولاړ وو. د ټولو په سترگو کې اوښکې وې. ټولو سرونه ښکته نيولي وو. يو ناڅاپه به يې هماغه د برگۍ غوا تش اخور ته وکتل او لکه چې هغوى ته يې هم تور خالونه ورياد شوي وي. له سترگو به يې اوبه لاړې. بېرته به يې سرونه ټيټ کړل او په څه فکر کې به لاړل. زه هم په ژړا شوم. ماته برگۍ غوا له ټولو نه گرانه وه. څو کاله مې د هغې شودې خوړلې وې او پرله پسې مې په غوجله کې د هغې د لوشلو ننداره کړې وه. ماته د هغې پر سپين پوټکي تور، تور خالونه ډېر گران وو. تل به مې لاس پرې واهه او هغې به هم ډېر په مينه، مينه راته کتل: 

د برگۍ غوا اخور ته ښه ورنزدې شوم. د هغې برخه واښه او بوس نه وو. اخور خالي و، ځکه چې غوا حلاله شوې وه. ژړا مې نوره هم زياته شوه او د غوايانو، غواگانو او خوسکو په خپگان راته هغوى نور هم گران شول، خو زه لا په همدې خپگان کې وم. له سترگو مې اوښکې تويولې چې ما څه بل ډول احساس وکړ. ماته داسې ښکاره شول چې هغوى يو ناڅاپه ماته متوجه شول. سترگې يې راکې ښخې کړې او لکه چې ټول ماته په قار وي، لکه چې ټول راته وايي: 

ـ درځه! ته هم وځه له غوجلې ووځه... په غوښو ځان موړ که. 

موږ پرېده چې د خپلې برگۍ غم وژاړو... تاسو يې غوښې وخورئ، تاسو خو سره خپلې غوښې هم خورئ، تاسو خپله هم څه نه سره کوئ... 

او ما خپل ځان يوازې احساس کړ. په بيړه له غوجلې راووتم او چې کتل مې، نو د برگۍ غوا غوښه لا پر دسترخوان پرته وه... 

زه هغه وخت وړوکى وم. د غوجلې د ډنگرو په هغو خبرو پوه نه شوم... خو اوس هم د برگۍ غوا هماغه تورخالونه رايادېږي. تل مې هغه تور، تور خالونه سترگو، سترگو ته کېږي او ورسره هغه کاسې هم ښې رايادې دي چې د برگۍ غوا له سرو غوښو ډکې وې!

 

((١٣٦٠هـ. ش. کال))



 

                                                                                                                                              دېرې او هديرې


 

بوډا د خپل زاړه څادر په پيڅکه پوزه پاکه کړه او خپلې خبرې ته يې بيا هم ادامه ورکړه: 

ـ هغوى ټول همدلته دي. په همدې هديره کې ښخ دي... د همدې کلي په پردېسه هديره کې... 

او له دې خبرې سره سم هغه خپل لاس له کلي نه اخوا ته ونيو. موږ ټول د هغه په مطلب ورسېدلو. پرديسه هديره موږ ټولو پېژندله. تل به ورتللو او مشرانو به تل د دې هديرې په باب خبرې راته کولې: 

ـ په دې هديره کې ټول مساپر دي. دا د مساپرو هديره ده، ځکه پرديسه هديره ورته وايي. په دې هديره کې يو هم بوډا او سپين ږيرى نه شته، ټول ځوانان دي، ډېره تکړه او مټور ځوانان... 

او چې چا به په کې دا خبره وکړه، نو موږ به په سوچ کې شولو چې گوندې په دې هديره کې مړي نه دي... ژوندي ځوانان دي. هماغسې تکړه او مټور ځوانان، ځکه چې ټولو به يې ستاينه کوله، د ځوانۍ، د مېړنتوب او د پياوړتيا!

خو بوډا د دې هديرې په باب د ټولو جزئياتو کيسې کولې او دغو کيسو ته به يې ډېره جالبه بڼه ورکوله. بوډا چې به په هر ځاى کې ناست و، تل به يې د دېرو او هديرو يادونه کوله. د هغه په خوله کې به يا دېره وه او يا هديره. نن هم موږ ته بوډا همدغه کيسه راشروع کړې وه. بيا يې د پرديسې هديرې کيسه راته کوله، خو دا وار يې کيسه هماغه له پيل نه رانښلولې وه. بوډا زموږ د خپل کلي نه و، خو له ډېر پخوا راهيسې دلته زموږ په کلي کې اوسېده. هماغه پرديسې هديرې ته نزدې يې يوه کوټنۍ ځان ته جوړه کړې وه او هماغلته به اوسېدلو. د ورځې به کلي ته راغى او کله به په يوه دېره او حجره کې و او کله په بله کې. د شپې به هماغلته و، هديرې ته نزدې په خپله جونگړه کې. 

د کلي ټولو خلکو ته هغه گران و. هر چا به ورته د شپې لپاره ډوډۍ او کتغ ورکول او کله خو به دومره ډوډۍ ورته برابره شوه چې بوډا به يې وړلو ته حېران شو. شونډې به يې موسکۍ شوې او په خندنۍ لهجه به يې وويل: 

ـ زه به دا دومره ډوډۍ څه کم؟ بل څوک خو مې هم نه شته چې راسره گډه يې وخوري. زه هم دومره ډوډۍ نه شم خوړلى... خو خير بايد له ځانه سره يې يوسم. خامخا يې بايد يوسم... 

او هغه به ډوډۍ په څادر کې له ځانه سره غوټه کړې او مخ په هديره به روان شو. په تگ، تگ کې به يې همدا ويل چې: 

ـ ماته دېرې هم گرانې دي او هديرې هم. پر هغوى هم دېرې گرانې وې. د دېرو ځوانان وو. د دېرو مېړني وو، خو نن هغوى د دېرو په ځاى په هديره کې دي او ځکه راته دېرې او هديرې دواړه گرانې دي... 

او هغه به بيا د پرديسې هديرې خبره راواخيسته. يوه شېبه به يې هم له ياده نه وتله. د شپې چې به په خپله جونگړه کې يوازې شو، نو بيا به يې د ذهن ټول اړخونه د پرديسې هديرې د مېړنيوو په يادونو ډک شول. 

پرديسه هديره زموږ له کلي نه پاس د کلي له لويې هديرې نه جلا د دوو غرونو په منځ کې پر هواره ځمکه پرته وه. په دې هديره کې ټول شهيدان وو او ځکه خو ټوله هديره په شنو او سرو او زېړو ټوټو او جنډو ډکه وه. د پنځوس، شپېته په شا او خوا کې قبرونه په کې وو او د هديرې په ليدو به يو عجيبه حالت سړي ته پيدا شو او هغه ټولې تېرې او هېرې کيسې به بيا راژوندۍ شوې: 

***

په کلي کې خال، خال زلمى پاتې و. ځينې يې انگرېزانو وژلي وو او ځينې يې اوس هم له پرنگيانو سره په جگړه اخته وو. له پرنگيانو سره د جگړې دوران و. په کلي کې يوازې ښځې، ماشومان او هغه سپين ږيري پاتې وو چې د جنگ جگړې نه وو. يوه ورځ اوازه شوه چې د کلي د خلکو د مرستې او د جنگ د قوت لپاره له يوه لرې کلي نه يوه ښه ډله تکړه جنگيالي ځوانان راغلي دي. له پرنگيانو سره زموږ د خلکو جنگ په دغو ورځو کې ډېر گرم و. هره ورځ به د کلي د زلميانو جنازې د جنگ جگړې له سيمو راوړلې کېدې او د کلي په لويه هديره کې به خاورو ته سپارلې کېدلې. 

دا ځل جنگ ډېرې ورځې دوام وکړ. مساپرو جنگياليوو هم په ډېر مېړنتوب سره جنگ کاوه او ټولو يو اړخ ته سنگر نيولى و. په جگړه کې به پرنگيان هم ډېر وژل کېدل او يوه ورځ بيا څه عجيبه کانه وشوه. دغه مساپر جنگيالي د شپې هم په سنگر کې وو، فکر يې کاوه چې اوس خو شپه ده، جگړه کراره ده. سبا به بيا جنگ سره شروع کوو. څو تنه په کې ويده وو او ځينې لا ويښ ناست وو. خبرې او کيسې يې کولې. همدا د جنگ او جگړې خبرې او کيسې وې، خو عجيبه پېښه وشوه. د پرنگيانو يوه ټولي يو ناڅاپه د شپې له خوا په همدې مورچل يرغل وکړ. جگړه ونښته او بيا يې هم ډېر وخت دوام وکړ. له پرديسو جنگيالو څخه يوازې يو تن ژوندى پاتې شو. نور ټول هماغلته په هماغه شپه مړه شول او بيا د هماغو غرونو په منځ کې په يوه هواره برخه کې ټول خاورو ته وسپارل شول. اوس هغې هديرې ته ځکه «پرديسه هديره» وايي. 

او بوډا به د دغه هر يوه بېله، بېله کيسه کوله، دا ځکه چې هغه ته د هر يوه ژوند ډېر ښه معلوم و. دوى ټول د بوډا د کلي وو. بوډا به ويل چې: 

ـ دوى ټول زما همزولي دي. زه هم د همدوى د دېرو ملگرى وم او ما ويل راشه اوس يې د هديرو ملگرى شه. 

بوډا چې به په دغو کيسو راغى، نو ناستو کسانو به هم ډول، ډول پوښتنې ترې کولې. بوډا به هرې پوښتنې ته په پوره حوصله ځواب ورکاوه. يوه ورځ ترې چا وپوښتل چې: 

ـ دغه ټول مساپر چې ووژل شول او يوازې يو تن په کې پاتې شو، نو آيا هغه څه شو؟ اوس به مړ وي که... 

او بوډا يې خبره په نيمه کې پرېښوده: 

ـ هغه اوس هم ژوندى دى. اوس ډېر سپين ږيرى شوى دى. هماغلته په خپل کلي کې دى. زيارت گل يې نوم دى. هغه هم زما ملگرى دى. هغه مې هم همزولى دى. هغه هم هر چېرته د خپلو شهيدو همزولو کيسې کوي. هغه ننگيالى دى، باتور دى. هغه خپل ملگري نه وو پرېښي. په هغې شپه هم ډېر زخمي شوى و، خو هسې خداى به يې نه وه پوره کړې. ژوندى پاتې شو... تل د خپلو ملگرو او همزولو په ياد کې دى، تل دعا ورته کوي. 

له دې وروسته به نو له بوډا نه موږ زياتره د زيارت گل پوښتنه کوله او چې کله به د زيارت گل کاکا په بابا موږ له بوډا نه پرله پسې او زياتې پوښتنې وکړې، نو خداى خبر چې ولې به هغه وويل: 

ـ زيارت گل خو ښه و، ژوندى پاتې شو. دغه ټوله پرديسه هديره نه گورئ. دوى يو هم پاتې نه شول. زيارت گل خو ژوندى دى، د دنيا ډېرې ښې او بدې يې وليدې. هغه زلميان نه گورئ... 

او هغه به بيا پرديسې هديرې ته لاس ونيو. يوه شېبه به چوپ و او بيا به يې خپله خبره پسې راواخيستله: 

ـ هغوى ټول زلميان وو او... بل ډول زلميان وو. د ټولو په زړونو کې ډېرې، ډېرې خبرې وې، خو هغه هر څه همداسې پاتې شول. راځې چې د هغوى کيسې درته وکم. هر يو يې کيسې لري... هر يو... 

او بوډا يو ځل بيا غلى شو. خپل مخ يې بيا يو ناڅاپه د پرديسو هديرې ته واړاوه. هغه له دې ځايه نه ښکارېدله، خو بوډا يوازې له ورايه هغې خواته اشاره کوله. ډېر زر يې چوپتيا ماته کړه: 

ـ پوهېږئ... هلته د هغو زلميانو په منځ کې د يوه نوم ((رشيد)) دى. دومره ښايسته ځوان و چې هلته زموږ په ټول کلي کې يې جوړه نه وه. د واده يې يوه مياشت هم نه وه پوره شوې. ښځه يې ډېره په شوق کړې وه. په مينتابه يې کړې وه. واده يې په ډېرو لگښتونو وکړ. په واده کې يې څو جوړې شايران راغلي وو، خو لا يوه مياشت يې نه وه تېره چې دلته راغى او همدلته پاتې شو. هلته چې يې مور او پلار خبر شول، د عمر وير ورته پيدا شو. په ژونديني، لکه د مړو په څېر وو، خو له دومره غم سره، سره هغوى خوشحاله وو چې د رشيد په شان زوى يې لاره... ناوې به يې اوس هم ژوندۍ وي. هغې چې د رشيد د مرگ او شهادت واورېدل، له هماغې ورځې وروسته به يې تورې جامې اغوستلې او تر پاى پورې د رشيد په پت پاتې شوه. 

بوډا چې خپله خبره دې ځاى ته ورسوله، نو د هغه سترگې راډکې شوې. خپلې سترگې يې د خپل زاړه څادر په پيڅکه وچې کړې. دا وخت يې سترگې سرې شوې وې. رنگ يې هم بل ډول و. يوه شېبه يې بيا خپل سر پر زنگون کېښود. ناستو کسانو هيچا هم څه نه ويل. له ډېرې شېبې وروسته هغه سر راپورته کړ: 

ـ په دې هديره کې د يوه بل زلمي نوم ((مامد)) دى. يوه ورځ په جنگ کې څلور تنه پرنگيان ووژل شول. هغه نور يې وتښتېدل. مامد ورمنډه کړه او چې ويې ليدل هغوى په وينو کې پراته دي، ويې ژړل. په پرنگيانو هم د هغه زړه سوزېدلو. ويل به يې چې که دوى زموږ په مرگ پسې نه واى راغلى، نو موږ به ولې يو بل سره وژل؟ ولې به مو د هغوى وينې تويولې؟ او هغه عجيبه ځوان و. د هغوى په مړو به يې ژړل، اوښکې به يې پرې تويولې. هغه چې به هر چېرې وينې وليدلې، ژړل به يې. که زموږ به وې، که د هغوى. هغه عجيبه زړه سواندى زلمى و... عجيبه.... 

د بوډا شونډې همداسې خوځېدلې، خو موږ يې خبره نه اورېدله. بيا يو ناڅاپه د هغه شونډې ودرېدې او لکه چې کوم بل څه ورياد شوي وي. له لږ ځنډ وروسته يې بيا خبره شروع کړه: 

ـ او په دغه پرديسه هديره کې يو بل زلمى هم پروت دى... د هغه نوم... 

او بوډا به بيا د پرديسې هديرې د اوسېدونکو يوه بله کيسه شروع کړه. هره يوه کيسه يې همدومره خوږه، همدومره اغېزمنه او له همدومره تأثره ډکه وه. بوډا به تل دغه ډول کيسې کولې او کله، کله چې به يې د پرديسې هديرې د اوسېدونکو کومه کيسه زياتې تراژيدۍ ته ورسوله، نو بيا به يې ډېرې اوښکې تويې کړې او همداسې پرته له مخه ښې به له ځايه پورته شو. موږ ټولو ته د هغه دغه حالت او عادت معلوم و. هېڅ به مو هم نه ويل. په تگ، تگ کې به مو هم بوډا ته کتل او هم د پرديسې هديرې خوا ته. يو وار به بيا د هغه ټولې کيسې زموږ د ذهن پر پرده تېرې شوې او د هغې هديرې د هر يوه قبر نندارې به مو د ذهن يوه، يوه برخه ونيوله. 

هسې خو زموږ د خپل کلي لويه هديره هم ټوله په سرو او شنو جنډو ډکه وه او دغه هره جنډه د يوه، يوه شهادت او د يوه، يوه مرگ نښه وه او لويه هديره ټوله له همدغو نښو ډکه وه، خو پرديسه هديره څه بل ډول هديره وه. د هغې هر قبر کيسې لرلې او بوډا، لکه د دوی د تاريخ په څېر داسې و. خداى خبر هغه څنگه خپل ټول ژوند دې هديرې ته وقف کړى و. يوه ورځ خو ترې زموږ په ملگرو کې يو چا پوښتنه وکړه چې: 

ـ کاکا! تا نو څنگه خپل کلى او کور پرېښې او دلته د پرديسې هديرې په يو اړخ کې دې ځانته جونگړه جوړه کړې ده؟

بوډا يوه شېبه په کوم سوچ کې لاړ. ښه ډېره شېبه چوپ و. ټولو ناستو کسانو ته يې په غور وکتل او بيا يې وويل: 

ـ هغوى ټول زما دوستان او ملگري وو. ټول مې همزولي وو. موږ ټول د يوې دېرې ملگري وو. ټول به په يوه دېره سره راټولېدلو، خو ما... ما په هغه وخت کې بې غيرتي وکړه... زه له هغوى سره جنگ ته رانغلم. وېرېدلم... ځکه نن... 

او بوډا بيا چوپ شو. سترگې يې بيا راډکې شوې، خو په همدغه حال کې يې بېرته ډېر زر خپله خبره راواخيسته: 

ـ دا چې له هغوى سره يو ځاى نه شوم، نن پښېمانه يم... خپل کلى او کور مې پرېښود او له ډېر پخوا نه مې د پرديسې هديرې په څنگ کې جونگړه جوړه کړې ده. زه وايم اوس خو به د دوى قار راته کم شوى وي... اوس خو به نه وايي چې ته ولې پاتې شوې؟!

بوډا نور بيخي چوپ شو. څو ناستو کسانو ترې په بيړه، بيړه او سر په سر نورې پوښتنې هم وکړې، خو بوډا لکه چې له موږ سره نه وي ناست. زموږ هېڅ خبرې ته يې ځواب را نه کړ. هسې يې له ځانه سره شونډې وخوځولې او بيا همداسې له ځايه پورته شو. خپل شلېدلى څادر يې وڅانډه او همداسې په خپله مخه روان شو. 

له دې وروسته به مو هم بوډا ليدلو. بوډا به بيا هم د پرديسې هديرې ټولې کيسې خلکو ته کولې، خو له دې وروسته راته هغه بل ډول ښکارېده. حالت يې هم بل ډول شوى و. سترگې به يې زر، زر له اوښکو ډکېدې او پخوا که به يې کله، کله پر شونډو موسکا هم راخورېدله، هغه موسکا ترې اوس بيخي الوتې وه. د پرديسې هديرې په کيسو او تراژيديو کې يې نور زړه راښکون هم پيدا شوى و. اورېدونکي به يې هم په خپلو کيسو ډېر ژړول. 

موږ چې به هر وخت بوډا وليد، نو د پرديسې هديرې د ټولو زلميانو د ژوند کيسې به مخې ته راته ودرېدې. موږ به داسې وليدل، لکه چې ټول ژوندي دي. ټول په يوه دېره کې راټول شوي يا ټول په يوه حجره کې ناست دي. هماغه زيارت گل کاکا هم ورسره دى. هغه چې بوډا يې کيسه راته وکړه چې په جنگ کې هماغه يو زلمى ژوندى پاتې شو او اوس ډېر سپين ږيرى دى. هغه هم ناست وي. بوډا ښه تکړه زلمى دى. هغوى ټول ناست دي. هغوى ټول زلميان دي. خاندي، ټوکې ټکالې کوي، مستۍ کوي. د ځوانۍ په جم او جوش کې دي... خو بيا به ډېر ژر بېرته هديره راياده شوه او د ځوانانو د دېرو پر ځاى به د ځوانانو د هديرې د يو، يو قبر ننداره زموږ د ذهن پر پرده راخوره شوه او تر ډېره پورې به همدغه پرده پرې راخپره وه. 

موږ چې به بوډا وليد، نو د هغه د کلي زيارت گل کاکا به هم راياد شو. اوس مو د هغه د ليدو تلوسه زياته شوې وه، لکه چې دا هم د پرديسې هديرې له خاطره وه. هغه يوازينى مساپر جنگيالى و چې په پرديسه هديره کې له دايمي استوگنې پاتې شوى و. 

موږ غوښتل چې هغه ووينو او هغه راته د هغو زلميانو د جنگ او مرگ ټولې خبرې په خپله خوله وکړي. هسې خو بوډا دغه ټولې کيسې راته کړې وې، خو بيا هم زموږ تلوسه وه چې سپين ږيرى زيارت گل ووينو. موږ يو وار بوډا ته وويل: 

ـ کاکا! موږ به کله زيارت گل ووينو. کله به يې راباندې ووينې... کله... ؟

او هغه په ډېره بې پروايۍ وويل: 

ـ وبه يې وينئ، کله به يې خامخا ووينئ!

***

يو ورځ زموږ په کلي کې بده ورځ وه. بوډا مړ شوى و او يو چا ليدلى و چې د پرديسو د هديرې په منځ کې مړ پروت دى. هغه بيا کلي ته خبر راوړى او په ټول کلي يې ماتم گډ کړى و. 

بوډا مړ و. د کلي زياتره کسان هلته ورغلل. د هديرې له منځه مو راپورته کړ. خپلې جونگړې ته مو راوړ. د هغه د مړي په ليدو هم د هغه کيسې او خاطرې يو ځل بيا رايادې شوې. موږ ټولو به ويل چې د پرديسې هديرې مين خپله هم په پرديسۍ کې مړ شو. هر چا يې ستاينه کوله. هر چا به يو څه ويل. ډېرې خبرې وې او هر چا به د خپگان او غم اظهار کاوه. موږ لا په همدغو خبرو کې وو، د خپلو غمونو په اظهار کې وو چې زموږ د کلي يو سپين ږيرى راښکاره شو. هغه به زياتره له بوډا سره کېناسته. يوازې هغه به يې جونگړې ته ورتلو. هغه هم د کلي په ټولو خلکو گران و. ملنگ ډوله سړى و. له هيچا سره يې غرض نه لاره. هغه راښکاره شو. خبر شوى و چې بوډا نن مړ شوى دى. راغى، د بوډا سر ته ودرېد، سترگې يې راډکې شوې. پر بوډا يې سر ورټيټ کړ او په خپل ژړه­غوني غږ يې د ټولو خبرې پرې کړې: 

ـ زيارت گل کاکا اخر لاړ... همدا يې آرمان و... 

او د زيارت گل کاکا د نامه په اورېدو موږ ټول حېران شولو. په خپلو کې مو يوه بل ته سره په بيړه، بيړه وکتل او د ټولو په شونډو کې ((زيات گل... زيارت گل... )) تکرار شو. سپين ږيري بيا خبره شروع کړه: 

ـ هغه ماته وصيت کړى و چې زما تر مرگه به زما نوم چا ته نه ښيې. د هغه آرمان دا و چې له خپلو ملگرو سره يو ځاى شي... يوازې زيارت گل په کې ژوندى پاتې شوى و. هغه ما ته ويلي وو چې زه غواړم د پرديسې هديرې په منځ کې ښخ شم... زه لا بايد هماغه وخت په همدې ځاى کې واى. د خپلو دېرو د ملگرو په منځ کې، خو اوس مې په ژوند بايد څوک ونه پېژني. نه غواړم چې ځان هر، هر چا ته وښيم... 

سپين ږيري نورې خبرې هم وکړې. موږ د هغه د خبرو په منځ کې له ځايه جگ شوو او د بوډا له کټ نه مو ځانونه تاو راتاو کړل. هغه خپله ويلي وو چې: 

 يوه ورځ به يې وگورئ... زيارت گل به خامخا ووينئ... !

 

((١٣٥٦هـ. ش. کال))



 

 

                                                                                                                                      پتري والا

 


هغه نوى زموږ کلي ته راغلى و. تکه سپينه ږيره يې وه. تل به يې پاکې جامې اغوستې وې او چې کله به يې کار کاوه، نو يوه لويه ټوټه به يې پر ځان راخوره کړې وه. هغه هم چاينکونه او کاسې او پيالې پتري کولې، هم يې قلفونه جوړول او هم يې بکسونه او صندوقونه. 

زما د هغه له کار سره ډېره مينه وه. ډېره علاقمندي مې وه چې دغه کارونه زده کړم. د هغه نوم نه و راته ياد. هغه ته به مو ((پتري والا)) وايه او ما فکر کاوه چې همدا به يې نوم وي. په هر کور کې چې به کوم قلف بند پاتې شو او يا به يې کونجې ورکه شوه، نو پتري والا به بيا نوي ورته جوړول. هغه به ويل چې: 

ـ ما خپله ږيره په دې کې سپينه کړې ده. 

او بيا چې ترې په موږ کې يو چا پوښتنه وکړه چې: 

ـ پترى والا کاکا! دا شيان دې له چا نه ياد کړي دي؟

نو هغه به خپل کار گرم کړ. په خپل کار به يې ښه سر ورټيټ کړ او موږ ته به يې په خپل لوړ غږ کې وويل: 

ـ دا! دا مې له خپل پلار نه ياد کړى دى... 

او بيا به يې هم له لږې شېبې وروسته خبره راواخيسته: 

ـ زما پلار هم کونجيانې جوړولې. دا ماته د پلار نه راپاتې دي. دا زموږ کورنى کسب دى. همدا کار زموږه ميراث دى... 

((پتري والا)) به دومره په خوشحالۍ کار کاوه چې تل به د لويانو او ماشومانو حلقې او کړۍ ترې راتاوې وې. هغه به هم کار کاوه، هم به يې ټوکې کولې او ټول ناست کسان به يې خوشحاله ساتل. نور کله چې به زموږ کلي ته کوم چاينکساز او پتري والا راغى، نو يوازې چاينکونه او پيالې او کاسې به يې جوړول او که کوم صندوق ساز به راغى، نو دا نور کارونه به يې نه شول کولاى، خو پتري والا هم صندوقونه او بکسونه جوړولى شول، هم کونجيانې او پيالې او کاسې او چاينکونه. 

زه به تر هغې پورې د هغه په څنگ کې ناست وم چې ((پتري والا)) به خپل کار بس کړ او کالي به يې پر خپل څنگ کې په بکس کې ځاى په ځاى کړل. ما د هغه د کار له ټولو الو سره مينه لرله. ډېر ښکلي راته ښکارېدل. ما يوه ورځ هغه خبره ورته وکړه چې تل مې په زړه کې غوټه کړې وه: 

ـ پتري والا کاکا! دا کار به ماته رازده کې؟

او هغه يو وار په خندا شو: 

ـ څه څه؟ په دې کار څه کى؟ ته خو مکتبي يې... 

او چې ماته يې فکر شو چې د هغه په دوو جملو مې رنگ زېړ شو، نو بيا يې خندا غلې کړه او په ارامه يې راته وويل: 

ـ بچيه! د کونجيانو په جوړولو کې چندان گټه نه شته. يوازې هغه کسان په کې گټه کوي چې د غلا لپاره د قلفونو او کونجيانو په کار پوهېږي. 

او ما هغه ته په بيړه، بيړه وويل: 

ـ زما ټول غله بدي شي... زه د غلو نه يرېږم، خو ستا کار مې خوښ دى... خامخا يې رازده که... 

بيا به يې خندا وکړه: 

ـ زما يو زوى دى، هغه بيا داسې نه دى. هغه له ما سره کار نه کى... هغه زما په لاره نه راځي... 

او ما به بيا د تملق په بڼه اسرار کاوه: 

ـ خو زه يې زده کوم... دا کار مې ډېر خوښ دى. 

او په دې توگه ما سپين ږيرى پتري والا څو ورځو وروسته دې ته راضي کړ چې که پلار مې يې راسره ومني، نو د قلفونو او کونجيانو جوړول او د چاينکونو سازول به رازده کوي. 

زه سخت خوشحاله شوم. کور ته لاړم. لومړى مې مور ته دا خبره وکړه. راپورې ويې خندل او بيا چې ما زيات ټينگار وکړ، نو راته په قار شوه. څو ورځې د سپين ږيري په رضا په زړه کې خوشحاله وم. يوه ورځ مې زړه طاقت ونه کړ او پلار ته مې وويل: 

ـ هغه پتري والا وايې چې که د پلار دې خوښه وي، نو کار درزده کوم... 

او هغه لکه چې زما خبره هېڅ نه وي اورېدلي، هېڅ يې هم ونه ويل. د هغه چې به کومه خبره نه وه خوښه، نو همداسې به يې کول. اصلاً يې هېڅ ځواب نه راکاوه. همدا يې عادت و. ما يوه ورځ بيا هم ورته وويل او هغه دا ځل ځواب راکړ: 

ـ پرېده دا خبرې... خپل درس وايه. دا کارونه پرېده!

او دا خبرې نه وې، لکه چې پلار په سوکونو او څپېړو وهلى يم. په ژړا شوم او په ژړا د هغه له کوټې نه راووتم. 

خو دې خبرو د کونجيانو د جوړولو شوق په ما کې مړ نه کړ. لا يې زيات کړ. ما به هره ورځ د مور او پلار غوږونه خوړل. تل به مې په دې کار کې د هغوى د رضا د حاصلولو ټينگار کاوه، خو هغوى نه راسره منل. زه به اوس هم د سپين ږيري ((پتري والا)) دوکان ته ورتلم او بيا، بيا به مې ويل: 

ـ د کونجيانو چل به رازده کى... خامخا به يې رازده کوې... 

هغه زموږ د کلي د دوکانونو په څنگ کې يو وړوکى شان دوکان په آرزانه بيه په کرايه نيولى و او خپل کار به يې په کې کاوه. په هغه دوکان کې او حتٰى د دوکان مخې ته به تل گڼه گوڼه وه او هغه به تل په خپلو کارونو کې ډوب و، خو له دومره ډېر کار سره، سره هغه د چا په ورتگ هېڅکله هم تندى نه و تريو کړى. تل به يې خوله له خندا نه ډکه وه او لکه چې د هغه همدې خندنۍ څېرې زه د هغه په کار مين کړى وم. هغه ته هم زه ډېر گران وم. اوس چې به يې هر ساعت زه وليدم، نو راته به يې وويل: 

ـ څنگه شو؟ پلار دې څه ويل؟

او هغه به زما له څېرې نه زما په ځواب پوه شو او بيا به يې وويل: 

ـ ورته ووايه چې ما خپلې خوښې ته پرېده... 

او بيا به يې هم له لږ ځنډ وروسته وويل: 

ـ ما هم خپل زوى خپلې خوښې ته پرېښود... هر څه چې يې خوښه وي هماغسې به وکړي... 

هغه به يوه شېبه په خپل کار سره ورټيټ کړ او بيا به يې له کوم بل چا سره د هغه د کار په باب څه وويل. ماته چې به يې فکر شو، نو بيا به يې راته وويل: 

ـ ورته ووايه چې هم به مکتب وايم او هم به دا کار زده کوم. 

او زه به بيا هم چوپه خوله وم. ما خپل پلار ته همدا خبرې وکړې، خو هغه راسره په هېڅ ډول نه منل. خداى زده ولې هغه د دې کار سخت مخالف و او خداى زده ولې زما په زړه کې د کونجيانو د جوړېدو او د ټولو بندو او خرابو قلفونو د جوړېدو سخته مينه وه؟

ما بيا هم د کار د زده کړې ټينگار کاوه. اوس به هم زه يا خو هره ورځ او يا يوه ورځ وروسته د ((پتري والا)) دوکان ته ورتلم. تل به مې زړه و چې له بوډا نه د کونجيانو د جوړولو کار زده کړم. کار ورسره وکړم، خو بيا به مې يو ناڅاپه فکر وکړ چې که څوک مې وويني او پلار راباندې خبر شي، نو بيا خو به مې ووژني! او همدې وېرې زه ځورولم. 

***



 

يوه ورځ مې لوى برى ترلاسه کړ. ډېر وخت وروسته مې ايله بيله پلار په دې راضي کړ چې د مکتب په څنگ کې د کونجيانو جوړول او د چاينکونو د پتريوو جوړول هم زده کړم. ډېر خوشحاله شوم. زړه مې له خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نور مې هېڅ خبره وانه ورېده. منډه مې شروع کړه او په يوه منډه مې ځان دوکانونو ته ورساوه. زه چې په ځان پوهېدم، نو بيا د سپين ږيري ((پتري والا)) د دوکان مخې ته ولاړ وم، خو زه چې هلته ورسېدم، عجيبه څه مې وليدل. دوکان ته يو غټ قلف پروت و. نه سپين ږيرى و او نه هغه گڼه گوڼه. شا او خوا ته مې وکتل په څنگ کې له دوکاندار نه مې وپوښتل او هغه راته وويل: 

ـ ((پتري والا)) نن سهار لاړ... خپل ټول کالي يې له ځانه سره يووړل. ويل يې چې نور خپل کور ته ځم. 

او زما سترگې يو ځل بيا په تړلو دروازو او په قلف ولگېدې. يو ځل بيا مې له قلف نه او له تړلو دروازو نه په زړه کې کرکه پيدا شوه او يو ځل بيا د کونجيانو د جوړېدو هيلو وځورولم!

 

((١٣٥٩هـ. ش. کال))



 

 

                                                                                                                                         بوډا ربابي

 


د هغه زوړ رباب که له يوې خوا د عمرونو د حوادثو شاهد و او د هر تار په هر ترنگ کې يې د وختونو يوه، يوه کيسه پرته وه، نو له بلې خوا يې د زاړه رباب هر تار لکه د سازي د وجود د رگونو د هر تار په څېر د عمرونو ډېرې تودې، سړې ليدلې وې. هغه زوړ رباب د هغه د ژوند يوازينى ملگرى و. هغه به تل ويل چې: 

ـ رباپ... دا رباپ زما آشنا دى... دا ډېر نارينه رباپ دى... دا زما د عمرونو يار دى. هېڅکله هم رانه نه دى بېل شوى. تل راسره دى... په هر غم کې... 

هغه په ((بوډا رباپي)) مشهور و، دا ځکه چې هغه خپله هم د رباب يار او آشنا و. هېڅکله يې خپل رباب له ځانه نه و بېل کړى. هغه ته اوس له بل هر څه نه او له بل هر چا نه زيات خپل رباب گران و او ولې به رباب نه و ورته گران؟ رباب ورته ټول تېر او هېر وختونه وريادول. رباب د هغه د زمانو ملگرى و. د هغه د يارانو ملگرى و. هغه ته يې کيسې کولې هغه ته يې سرودونه غږول او هغه ته يې د هرې هغې شېبې يادونه تاند ساتل چې بوډا ربابي به يې په پيدا کېدو پسې د خپل رباب پردې لټولې. د هغه گوتې د رباب له تارونو سره زياتې بلدې وې. د هغه گوتو به د رباب د پردو او تارونو په غږ کې ځان يو ډول ارام احساساوه او بوډا رباب هم د بوډا ربابي په غېږ کې او د هغه د گوتو په حرکت کې ځان داسې احساسولو، لکه د بېلتون له کړاوونو وروسته چې څوک خورې ورې څانگې د کوم چا د مينې غېږې ته رسېدلى وي. د هغه غږونه لکه د ميينې د تنکۍ خولې د گيلو په څېر وو. دا غږونه او دا گيلې به په بوډا ربابي ډېر ښه لگېدل. هغه به هم فکر کاوه چې گوندې ايله اوس وصل ته رسېدلى وي او بوډا نو پرته له دې نور څه غوښتل؟!

نن هم له رباب سره مشغول و. د هغه کوډله نن هم د کلي له ځوانانو او زلمو ډکه وه. بوډا ربابي خپل آشنا رباب په خپله غېږه کې ايښى و او د هغه پر پردو يې داسې په ناز گوتې وهلې، لکه د ميينې په وېښتو کې چې ځان مشغولوي. 

د رباب په ترنگ کې يې هغه څه موندل چې ده به انتظار ورته لاره. نن يې خپل سر هم د رباب مزو ته داسې ورټيټ کړى و، لکه چې غوښتل يې له رازونو او اوازونو يې ښه خبر شي. نن يې د رباب په پردو کې او د رباب په اواز کې عجيبه خوند پيدا شوى و او خداى خبر چې هغو گوتو نن څه ساحري کوله. د ساز کيف له يوې شېبې نه بلې ته مخ په زياتېدو و. هغه د رباب په تارونو کې نن څه بل ډول خوند پيدا کړى و او د رباب له تارونو يې نن څه بل ډول غږ ويستلو. بوډا د خپل رباب تارونه نن ژړول. د هغه رباب د هغه د ژوند پيچومو ته په ژړا و او نن بوډا هم خپل رباب ته حېران تللى و. 

د کلي ځوانان ټول غوږ، غوږ وو. نور کله به د بوډا ربابي په کوډله کې د ځوانانو مستۍ، ټوکې ټکالې او خنداگانې وې، خو نن د رباب غږونو دومره خوند پيدا کړى و چې هيچا هم څه نه شو ويلى. نور کله به بوډا ربابي د رباب له نغمو سره کله، کله غږ هم جگ کړ، خو نن هغه يوازې د رباب له تارونو سره اخته و. نور کله به زموږ په ډله کې يو چا خامخا د منگي له غاړې څادر تاو کړى و او د منگي غاړه به يې د ساز او سرود د غږولو لپاره تړلې وه، خو نن بوډا يوازې او پرته له منگي رباب غږولو. 

د رباب په غږ کې يې ښکلا زياته شوه، خو لکه د رباب ژړا چې ورسره زياتېږي. هغه يو وار نغمه بدله کړه. يو ځل يې موږ ته وکتل، لکه همدا اوس چې زموږ په موجوديت پوه شوى وي. پر شونډو يې يوه مصنوعي ډوله موسکا خپره کړه، خو د رباب غږ بېرته ترې وتښتوله. هغه رباب له تارونو سره سم يو ځل غږ پورته کړ: 

رباب زما په لاس کې راکئ
 زه مې د خپلې ځوانۍ وير په کې کومه

د رباب نغمه يې نوره هم تېزه کړه او خپل لاسونه يې هم د رباب په تارونو په بيړه، بيړه خوځول، لکه چې د بوډا په زهيرو گوتو کې بيا له سره توان او ځواني پيدا شوي وي. يو ځل يې بيا په خواږه، خو ټيټ غږ ټپه زمزمه کړه: 

رباب زما په غېږ کې پروت دى
 خوږې خبرې د جانان راته کوينه

سر يې بيا په رباب ورټيټ کړ. د رباب غږ يې نور هم ژړغونى کړ. د رباب ساز لا هماغسې روان و. بوډا ربابي خپل سر ښه سم په رباب ورټيټ کړى و، لکه چې غواړي هغه غږونه د زړه په غوږونو واوري. يوه شېبه وروسته چې موږ بوډا ربابي ته وکتل، نو د هغه له سترگو اوښکې روانې وې او څاڅکي، څاڅکي به د رباب په پردو او تارونو تويدلې. نور نو د هغه غږ هم ډېر ژړغونى شوى و او موږ ټولو به يو بل ته حېران، حېران کتل. غوښتل مو په سترگو، سترگو کې يو له بله وپوښتو: 

ـ په بوډا رباپي څه شوي دي... ؟

او بيا يې ايله بيله همدومره غږ واورېدل شو: 

رباب دې بيا په زنگنو کړ
 رباب شوقي دى ما به هېره کې مينه

خو د دې غږ وروستۍ برخه يې له ژړا سره يو ځاى شوه او بيا يو ناڅاپه د هغه گوتې ودرېدې. د رباب نغمه هم ودرېدله. د بوډا د اوښکو څاڅکي زيات شول او او د هغه د اشنا رباب پر پردو به ورلوېدل. 

هغه لا ځوان و چې له رباب سره يې ياري شروع کړې وه. رباب د هغه د ځوانۍ آشنا و او له ځوانۍ نه تر بوډا توبه پورې يې د هغه آشنايي نه وه پريښې. که د هغه د رباب کوم تار به چېرې وشلېده، نو لکه د هغه د زړه مراندې چې شلېدلې وي. په بيړه به يې هغه تار جوړ کړ او بيا به يې پرې يوه نغمه سپره کړه. د هغه رباب چې به سر شو، نو لکه د هغه د ژوند تارونه چې تاند او تازه شوي وي. پر شونډو به يې يوه نرۍ موسکا خپره شوه او خپل غوږونه به يې نور هم د رباب تارونو او پردو ته ورنزدې کړل. هغه ته د هغه رباب په تارونو کې هر څه وريادېدل. هغه خپل زړه له رباب سره سپکاوه او رباب ته هغه هر څه ويلى شول. 

له نن نه اخوا د ډېرو زمانو خبره وه. د بوډا ربابي نوم اينځر و. زلمى و او ډېره چپه ځواني يې لرله. د پلار په شتو يې زړه له يوې خوا ډاډه و او په خپله چپه ځوانۍ يې له بلې خوا. تل به يوه ډله ځوانان او ياران ورسره وو او دوى چې به په لاره روان وو، نو تا به ويل چې گوندې ځمکه ورسره رېږدي. دوى به تل سره يو ځاى وو. په هر غم او ښادۍ کې به شريک وو، خو پلار يې بيا بل ډول سړى و. هغومره چې يې شته زيات وو، هماغومره يې زړه هم زيات کوچنى و. له چا سره يې راشه درشه نه وه. دوستان يې نه لرل. د زوى دا کارونه هم ښه نه پرې لگېدل. تل به يې په دغو ټکو له خپل زوى سره مخالفتونه راولاړېدل. هغه به تل زوى ته ويل چې: 

 ـ سړيتوب په پيسو دى... که ته داسې کوې، نو پيسې نه درته پاتې کېږي... سړيتوب هم نه درته پاتې کېږي. 

خو زوى به يې تل مخالفت کاوه. پلار ته يې يوازينى ځواب دا و چې: 

ـ سړيتوب په يارانو دى... په تکړه يارانو... زه يې په يارانو خورم... 

د زوى او پلار ترمنځ به په دغو خبرو اختلافونو پيدا کېدل. ورو، ورو دغه اختلافونه زياتېدل، خو نه پلار له خپلو خبرو اوښت او نه يې زوى. زوى يې ښه د گټې سړى هم و. يوازې د پلار شتو ته نه و ناست، بس د پلار او زوى به په دغو خبرو تل رنگ سره بد و. 

او يوه ورځ داسې هم راغله چې اينځر د پلار له کوره وووت او بيا د پلار کور ته رانغى. د هغوى اختلافونه سره ډېر زيات شوي وو او زوى يې نور له پلار سره ژوند غوره ونه گاڼه. په دغو اختلافونو کې د پلار او زوى ترمنځ يوه بله خبره هم پرته وه. اينځر زلمى و. مينه يې لرله او له يوه داسې چا سره يې مينه لرله چې پلار يې هېڅکله هم واده ته نه شو راضي کولى. مور يې هم څو، څو ځلې پلار ته په پټه، پټه او په ډار ډار دا خبره وکړه، خو هغه چې به دا خبره واورېده، نو لکه چې اور پرې بل شوى وي، خپلې ښځې ته به يې وويل: 

ـ بس چوپ شه... بيا دا خبره ونه کړې، کنه خوله به دې درماته کم... 

او د اينځر مور به نوره له ناچارۍ چوپه شوه او بيا يې هېڅکله دا خبره هغه ته ورياده نه کړه، ځکه چې هغې ته د خپل مېړه هر څه معلوم وو. هغه په زړه کې په دې خبره ډېره ځورېدله. هغې ته چې به زوى هر څه ويل، دې به يوازې اوښکې تويولې او نور يې هېڅ له وسه نه وو پوره. 

اينځر د پلار له کوره وووت او بيا يې هېڅ دې خوا ته ونه کتل. حتٰى له خپل پلار نه يې د هېڅ ډول حق غوښتنه ونه کړه. او نه يې خپله ((برخه)) ترې وغوښته. همداسې تش لاس له کوره لاړ، خو هغه بيا هم خپل ملگري پرېنښودل. هغه بل ډول انسان و. خپل دوستان او آشنايان ډېر ورته گران وو. يوه شېبه به هم نه ترې جلا کېده، خو هغه اوس غريب و. اوس يې خپل کور نه لاره او په خپلو ملگرو کې له يو چا سره همسايه پروت و. اينځر په زړه کې په دې خوشحاله و چې که يې کور نه شته، که له خپل کوره راوووت، نو خپلې هيلې ته خو به ورسېږي... هغه ته چې به خپله مينه ورياده شوه، نو زړه به يې ټوپونه ووهل. هغه به تل ويل چې: 

ـ غريب دې يم... خو چې په خپله خوښه ژوند وکړم... 

پلار يې په ټول کلي کې په ظلم او ناروا مشهور و. د هغه مينې ته يې هم نورې لارې، چارې ولټولې. د ده په مشوره هغه د بل چا په نامه شوه او دې ټکي د اينځر ذهن ډېر گډوډ او پرېشانه کړ. له هغه نه يې لاره ورکه کړه. له داسې يو کار سره مخامخ شو چې اوس يې چاره نه وه. هغه بيخي د پل چا په نامه شوې وه او اوس که به هغه هر څه فکر کاوه چې څه وکړي؟ په چاره يې نه پوهېده. په دې باب يې مخکې له ځانه سره حتٰى فکر هم نه و کړى. هغه په همدغو ورځو کې د مرکې د ورلېږلو په تکل کې و، خو له دې څخه نه و خبر چې داسې پېښه به کېږي. پلار يې غوښتل چې په دې توگه هغه بېرته خپل ځان ته محتاج کړي او هر څه چې پلار يې وايي، بايد زوى يې ومني. هغه غوښتل چې په يوه معتبر کور کې ورته واده وکړي، خو زوى يې له داسې چا سره مينه لرله چې پلار يې هغه کور د ځان سيال نه گاڼه. اينځر ته خپلو ملگرو ډېرې لارې چارې وښودلې. د جلۍ له راتښتولو نه نيولې تر نورو خبرو پورې، خو هغه نه غوښتل چې يوې داسې بدنامۍ ته خبره ورورسوي او يا خو دا چې له هغه نه لاره ورکه وه. هغه نه پوهېده چې څه وکړي؟ فکر يې تل پرېشانه و او بيا په هغه څه چل وشو. فکر يې خراب شو. هېڅ په ځان نه پوهېده. تل به چوپه خوله و. خبرې به يې نه کولې او کله به هسې له ځانه سره گړېده. د هغه حالت له يوې ورځې نه بلې ته خرابېده او خداى زده په هغه څه چل کېده. ملگرو او اشنايانو يې هغه په زيارتونو وگرځاوه. ډېرو طبيبانو او ډاکټرانو ته يې ښکاره کړ، خو په هغه څه بل چل شوى و. هغه جوړ نه شو. کله به په يوه ځاى کې و او کله په بل ځاى کې. له هغه چا سره چې يې مينه لرله، له هغې سره هم تېرى شوى و. هغه له واده نه څو ورځې مخکې مړه شوه. ځان يې وواژه او خلکو به ويل چې هغې زهر وخوړل. 

هغې رښتيا زهر خوړلي وو او اينځر ته خو به اوس چې د هغې نوم چورته ورياد شو، له سترگو به يې اوښکې بهولې. ذهن يې اوس بيخي بل ډول شوى و. يا به بيخي چوپ و او يا به يې هغه او دغه خبرې کولې. په ځوانۍ کې يې له رباب سره د زړه مينه وه او هغه به تل د ملگرو په ډله کې رباب غږ اوه. 

اينځر هېڅکله ملگرو پرېنښود. له کلي نه لرې يې يوه کوډله ورته جوړه کړه. يو ښه رباب يې ورته واخيست او په هماغه کوډله کې به يې له خپل رباب سره راز او نياز کاوه. رباب د هغه د ژوند يوازينى همراز و او هغه خپل نور پاتې ژوند ټول رباب ته وقف کړ. 

اوس هغه سپين ږيرى و. اوس هم په هماغه کوډله کې اوسېدلو. اوس يې زياتره همزولي له دنيا تللي وو، خو هغه کوډله هېڅکله تشه نه وه. اوس به هم د زلمو او ځوانانو گڼه گوڼه په کې جوړه وه او هغه به اوس هم تل رباب په خپل زنگانه ايښى و. يا به يې رباب ژړاوه او يا به يې خپله ورته ژړل. 

د هغه په غږ کې هم اوس څه عجيبه سوز او ساز پيدا شوى و او هغه چې به کله کله غږ پورته کړ، نو رباب به يې هم له ځانه سره ژړولو. اوس يې هم فکر پرېشانه و. کله به يې پر ذهن څه عجيبه شان حمله راغله. هغه به يې بيخي له لاده باده وښکه او په يو سر به ترې اوښکې روانې وې، خو بيخي به چوپ و. هېڅ به يې هم نه ويل. 

کله چې به يې فکر ښه و، نو بيا به يې يوه نيمه خبره هم کوله، خو زياتره به له خپل رباب سره مشغول و. هغه اوس هم له زلمو او ځوانانو سره د زړه مينه لرله. د هغه په کوډله کې به تل شور ماشور و. منگى او رباب به و او سندرې به وې. د گوړې چايونه به وو. سوبتونه به وو او ميلې به وې... 

نن خو له خپل رباب سره دومره مصروف و چې ناستو زلمو ته يې، لکه چې فکر نه وي. نن يې حالت بيخي بل ډول و. ټولو ناستو ځوانانو چاى څکه، خو بوډا ربابي ته د چايو پياله ډېره سړه شوې وه. 

د هغه خپل رباب ته پام و. د رباب په نغمو کې يې، لکه چې د خپلې ورکې لټون کاوه. پردې او نغمې يې لټولې او موږ ټول د بوډا ربابي دې حالت ته حېران وو. 

بيا به مو پټ پټ او په اشارو، اشارو له ځانه سره ويل: 

ـ نن بيا په بوډا رباپي څه شوي دي؟!

ټولو زلمو ته او ټول کلي ته د بوډا ربابي د ژوند کيسه معلومه وه، ځکه خو به هر چا فکر کاوه چې گوندې بيا به په تېرو يادونو کې ورک شوى وي. په هغه چې به دغه خاص حالت راغى، نو بيا به هيچا هم خبرې نه کولې، ځکه چې نه مو غوښتل په دغه حال کې د هغه فکر بلې خوا ته کړو. 

د رباب د نغمې ژړا يې نوره هم غمجنه کړه. له سترگو يې بيا اوښکې راغلې او د اوښکو سلسله يې پسې اوږده کړه، خو هغه رباب پرېنښود. هغه د رباب نغمه نوره هم ژړه­غونې کړه او د اوښکو څاڅکي يې نور هم پسې تاوده کړل. 

څو ځلې يې وغوښتل چې خپل غږ جگ کړي، خو لکه چې د هغه له ستوني د هغه غږ نه شو راوتلى، لکه چې غوښتل يې خامخا يو څه ووايي. په خپل ستوني يې بيا هم سخت فشار راوړ. د رباب د تارونو نغمه يې د غږ د پورته کولو لپاره يو څه ټيټه کړه. د هغه له ستوني په ډېره سختۍ ټيټ غږ راوووت: 

په سترگو ړوند راپسې نه شوې

لباسي اوښکې د هر چا په مخ راځينه

د هغه اوښکې نورې هم زياتې شوې. د هغه د رباب د تارونو پر پردو، لکه د سېلاب په څېر ورروانې شوې او بيا موږ ټول له خپلو، خپلو ځايونو جگ شولو او په ډېره بيړه د بوډا ربابي شا او خوا ته راغونډ شوو، لکه چې د هغه د اوښکو سېلاب د هغه د رباب د سوز او ساز ټولې نغمې له ځانه سره لاهو کړې وي. 

 

((١٣٦٠هـ. ش. کال))



 

 

                                                                                                                                                دا سرونه دا رسمونه

 


د رسم ښوونکى بيا تختې ته وروړاندې شو. تباشير يې په لاس کې ونيو. خپلې نرۍ گوتې يې په منډه، منډه وخوځولې او خپل همېشنى رسم يې زموږ د ټولگي په نوې رنگ شوې تخته وکېښ. د ټولگي تورې دړې ته زموږ هم ټولگيوالو په خپلو کې پيسې راټولې کړې وې. ډېره بې رنگه شوې وه. ليک پرې ښه نه ښکارېده او اوس چې د رسم ښوونکي هماغه انځور وکېښ، نو د ټولگي ټولو شاگردانو ښه سم وليدلى شو او په منډه يې په هماغه رسم د خپلو کتابچو پاڼې ډکې کړې. 

زموږ د رسم ښوونکى څه عجيبه انسان و. له هماغې لومړۍ ورځې يې پر تخته د (انسان سر) رسم کړ او بيا به يې هر وار همدغه انځور څو، څو ځلې په موږ رسماوه. د انسان انځور يوازې د انسان د سر انځور. هغه به تل راته ويل چې: 

ـ بچيانو! يوازې د انسان د سر رسم زده کړئ، يوازې د انسان سر... يوازې... 

او موږ به هم په رسم راباندې کړل. ښه ډېر وخت به مو پرې تېر کړ. رسم به مو چې پاى ته ورساوه، د ښوونکي مخې ته به مو کېښود. هغه به لومړى رسم ته په ځير ځير وکتل، بيا به موسکى شو او وروسته به يې وويل: 

ـ د انسان سر! نه سم نه دى! دا بايد جوړ شي. بايد له سره جوړ شي، له سره... 

او بيا به يې له خپل جېب نه پنسل راوښکه. په رسم به يې سر ورټيټ کړ. کله به يې يوه برخه ورانه کړه او کله به يې بله جوړه. په هر رسم يې ښه ډېر وخت تېراوه. رسم چې به لږ سم ورته ښکاره شو، خپلو سترگو ته به يې نزدې کړ. سپينې زره بيني سترگۍ (عينکې) به يې ورته په سترگو کړې چې ښه يې وويني. که به يې له پامه ښه راغى، نو نرۍ موسکا به يې په شونډو وغوړېده او کتابچه يا کاغذ به يې بېرته موږ ته راکړ. 

د ټولو رسمونو سمول چې به پاى ته نه وو رسېدلي او د ساعت د پاى ته رسېدو زنگ به وواهه شو، ده به په نارامۍ خپل سر ښۍ او کيڼې خوا ته وڅانډه او اندېښمن به له کوټې وووت. 

زموږ په ټولگي کې ډېره گڼه گوڼه وه. هر رنگ هلکان په کې وو. په هر ساعت کې به شور ماشور و، خو کله چې به د رسم ښوونکى راننووت، ټول به چوپ شول. زموږ په هم ټولگيانو کې به د چا رسم ښه و او ځينو به ډېر بدرنگ رسم کښه. زه هم په وروستۍ ډله کې وم. رسم مې ډېر بدرنگ و. 

***

د رسم ښوونکى يوه ورځ د خپل درسي ساعت له پيل نه څو دقيقې وروسته زموږ ټولگي ته راغى. په ډېره چټکۍ يې دروازه رابېرته کړه. زموږ ټولو هم ټولگيانو هغه ته پوره درناوى لاره. ورته له خپلو دوه کسي او درې کسي چوکيوو پورته شوو، خو د ښوونکي لکه چې زموږ پلو ته فکر قدرې هم نه و. مخکې چې به موږ له ځايه پورته شولو، نو هغه به راته له مهربانۍ نه په ډکه ژبه وويل: 

ـ کېنئ بچيانو! کېنئ! کتابچې مو راواخلئ چې خپل رسم پيل کړو. 

خو دا وار هغه موږ ته هېڅ ونه ويل. لومړى پر خپله چوکۍ کېناست. خپلې سپينې زړې سترگۍ يې چې د غوږونو په برخه کې يې ترې نرۍ چرلۍ تاو کړې، راتاو کړې وې، څو څو ځلې د مېز په سر کېښودې او بېرته به يې سترگو ته کړې. له چوکۍ پاڅېد. د تختې خوا ته لاړ. د تورې زړې کورتۍ په جېب کې يې لاس ښکته کړ. په ډېره بيړه يې ترې تش لاس همداسې راوکېښ، لکه لړم چې په کې چيچلى وي. په بل جېب کې يې لاس ومانډه. تباشير يې ترې رابهر که. هغه يې تختې ته ورنزدې کړ، خو هېڅ يې هم ونه ليکل. زموږ خوا ته يې راوکتل. ايله همدا اوس زموږ د ټولو سترگې د ښوونکي له سترگو سره مخامخ شوې. 

د رسم ښوونکي خپل هر يو شاگرد ته نېغ، نېغ وکتل، لکه چې په سترگو، سترگو کې څه ويل غواړي. تندي يې گڼې گونځې وکړې، لکه چې ټول صنف ته په قار وي. تباشير يې د تختې په لاندينۍ برخه کې کېښود او له قاره په ډکه لهجه يې وويل: 

ـ درباندې زده کوم يې... وايم زده کوم يې درباندې... څو ځلې مې په سمه او خندا، خندا کې درته وويل، خو تاسې يې همغسې نه زده کوئ. د انسان د سر رسم مو بايد ښه زده شي. ښه يې زده کئ. خامخا يې زده کئ... 

او موږ ټولو په حېرانۍ يو بل ته سره کتل. دا لومړۍ ورځ وه چې د رسم ښوونکى دومره په قار شوى و. تباشير يې بېرته راواخيست. د انسان پر سر يې ښه ډېره خواري وکړه. 

کله چې رسم خلاص شو، بېرته پر خپله چوکۍ کېناست او موږ يې د لاس په شاره همدومره وپوهولو چې په تخته کښل شوى سر رسم کړئ. په بيړه، بيړه مو د انسان سر رسم کړ. يوه هم ټولگي مو خپله د رسم کتابچه د ښوونکي مخې ته کېښوده. ښوونکى خداى خبر په کوم فکر کې ډوب و. يو لاس يې په تندي ايښى و او په بل لاس کې يې پنسل نيولى و. په کاغذ يې هسې کږې، وږې کرښې کښلې، راښکلې، لکه په خيال کې چې هم د انسان د سر د رسم په سودا کې و او لکه چې له همدغو کږو وږو کرښو نه يې څه جوړول غوښتل. زموږ د هم ټولگي په ښکالو، لکه له خوبه چې راپورته شوى وي. د هغه کتابچه يې ځانته نزدې کړه او چې څنگه يې ورته وکتل، نو موسکى شو. رسم يې خپلو سترگو ته ښه نزدې کړ او دا ځلې، لکه چې ورته رسم ډېر ناسم ښکاره شوى وي. يو ځلې په قار شو. زده کوونکي ته يې نېغ، نېغ وکتل. په رسم يې بيا سترگې ورښکته کړې. ډېر په قار شو. د کتابچې هماغه پاڼه يې راوشکوله. څيرې، څيرې يې کړه. له ځايه پاڅېد. د کړکۍ خواته لاړ او هغه وخت چې کاغذ يې بهر غورځاوه، په قار يې وويل: 

ـ زما داسې سرونه، نه دي پکار. سم سرونه غواړم... د انسان سر... د انسان سم سر... 

موږ ټول غلي ناست وو، لکه په چوکيوو پورې چې څلېښت شوي وو. د هيچا له خولې نه غږ، غوږ نه خاته. چا ځان هم نه شو خوځولى. د رسم ښوونکى پر خپله چوکۍ کېناست. سترگۍ يې له سترگو لرې کړې. په يوه لاس يې خپلې دواړه سترگې ومښلې. يوې او بلې خوا ته يې وکتل. بيا له خپل پنسل سره اخته شو. ښه ډېر وخت د مېز په سر له رسمونو سره اخته و. وروسته يې سر راپورته کړ او لکه چې هغه پخوانى قار ترې يو ځلې الوتى وي. په خوږه ژبه يې موږ ته وويل: 

ـ د انسان د سر رسم خامخا زده کئ! ښه يې زده کئ... دا رسم سمېږي... اخر به سم شي... 

او ښوونکي لا خپله دغه خبره نه وه خلاصه کړې چې زه له ځايه جگ شوم. خپله د رسم کتابچه مې د ښوونکي د زاړه مېز پر سر کېښوده. هغه رسم ته په ځير، ځير وکتل. خندا يې شونډې خوږې کړې او بيا يې وويل: 

ـ نه، نه! د انسان سر ډېر په ځير او غور رسمول په کار دي. نه پوهېږئ چې انسان رسموئ. د انسان سر... 

له دې لنډو جملو وروسته يې خپل پنسل راوښکه او زما په رسم يې ښه ډېره خواري وکړه. د هغه په نظر چې رسم لږ ښه ښکاره شو، نو د هر وخت په شان يې خپلو سترگو ته ورنزدې کړ. شونډې يې خوږې شوې او ويې ويل: 

ـ اوس؟ اوس لا لږ ښه شو... 

د همدې خبرې په کولو ايله، بيله زموږ په رگونو کې وينه وچلېده. زموږ هم ټولگيانو يوه، يوه خپل رسمونه ښوونکي ته ورښکاره کړل. نيمې کتابچې به نه وې خلاصې شوې چې د رسم د ساعت وخت پوره شو. د هغه تندى تريو شو او له اندېښنې سره يو ځاى له ټولگي وووت. 

د بلې اوونۍ د رسم په ساعت کې د رسم ښوونکى ډېر خوشحاله ښکارېده. د ټول ټولگي د رسمونو کتابچې چې خلاصې شوې، نو ما ښوونکي ته د خپل رسم کتابچه د مېز پر سر کېښوده. زه په رسم کې ډېر تنبل وم. هماغه پرونى رسم مې بيا د ښوونکي د مېز پر سر کېښود. پرون يې راته اصلاح کړى و، نن مې تنبلي وکړه، هماغه رسم مې وروښود. ښوونکي چې ورته وکتل، لومړى موسکى شو. له ځانه سره وگوڼېده، بيا غلى شو او له لږ ځنډ وروسته يې وويل: 

ـ نه، نه! بايد جوړ شي... دا (سر) بايد جوړ شي... 

پنسل يې پسې راوخيست. زه حېران شوم. ښوونکي ته مې هک، پک وکتل. هماغه (سر) چې يې جوړ کړى و، بيا يې جوړاوه. ډېرې برخې يې ورانې او جوړې کړې. بيا يې خپل پنسل يو ځلې ودراوه او ويې ويل: 

ـ اوس لا لږ جوړ شو. (سر) ته ورته شو... 

له دې وروسته، نو ما عجيبه چال ياد کړ. هماغه پخوانى کښل شوى او اصلاح شوى رسم به مې د رسم په هر ساعت کې ښوونکي ته ورښکاره کاوه او ښوونکي به هم چې هر ځل رسم ته وکتل، ورته ځير به شو او د رسم په جوړولو به يې پيل وکړ. د رسم د جوړولو په وخت کې به يې خپلې هماغه پخوانۍ خبرې تکرارولې: 

ـ زما داسې سرونه نه دي په کار... دا سر بايد جوړ شي... د انسان سر دى. د انسان د سر انځور... سمېدل غواړي... سمېدل. 

او ما فکر کاوه چې گوندې ښه چال مې زده کړى دى. هره ورځ او د رسم په هر ساعت کې. هغه څنگه خپل رسمونه بيا، بيا جوړوي او هر ځلې چې ورته هماغه رسم وښودل شي، ناسم او ناجوړ ورته ښکاري... زه تل په همدې فکرونو کې وم. کله به مې د ښوونکي په باب يو فکر کاوه او کله بل. 

خو ما ښه چال زده کړى و. زوړ اصلاح شوى رسم به مې د رسم په هر ساعت کې د نوي په پلمه ښوونکي ته ورښوده او عجيبه يې لا دا وه چې هغه به هم له سره جوړ اوه، بيخي لکه د نوي کښل شوي رسم په شان. 

***

تعليمي کال چې پاى ته ورسېد، موږ ټول هم ټولگيان په رسم کې ناکام شولو. دا لومړى ځل و چې موږ په رسم کې ناکامېدلو. په آزموينه کې مو هماغه د انسان سر رسم کړ. ښوونکي په ټولو رسمونو چليپا کش کړه او موږ ټول يې ناکام کړلو. هغه د آزموينې په ورځ وويل: 

ـ يوه هم د انسان د سر رسم زده نه کړ... يوه هم. بايد زده يې کئ... ټول يې بايد زده کئ. 

زه هم په رسم کې ناکام وم. يوازې په رسم کې... د خپلې ناکامۍ خبر چې مې واورېد، خپله د رسم کتابچه مې په لاس کې ونيوله او ښوونکي ته ورغلم. هغه يوازې د ښوونکو په کوټه کې ناست و. پنسل يې په لاس کې و او پر کاغذ يې څه کرښې کښلې راکښلې. خپله د رسم کتابچه مې د هغه مخې ته کېښوده او په بيړه، بيړه مې ورته وويل: 

ـ معلم صيب! معلم صيب! دا نو څنگه رسم دى چې نه جوړېږي؟ ته وگوره دا رسم! دا هماغه رسم دى چې هر، هر ځل تا خپله جوړ کړى دى... 

ښوونکى موسکى شو او ماته يې وويل: 

ـ پوهېږم. 

زما قارجن اواز پرې ور لوړ شو: 

ـ خو تر شل ځلې دې هم ډېر اصلاح کړ لا جوړ نه شو... اخر دا نو کله سمېږي؟

د رسم ښوونکى دا ځل موسکى نه شو. سترگې يې راته مخامخ رډې ونيوې. بيا يې يوې خوا او بلې خوا وکتل او په شمېرلو الفاظو او سړه سينه يې لکه له ځانه سره چې غږېږي راته وويل: 

ـ اصلي خبره په همدې کې ده... 

او زه تر ده لا اندېښمن ترې راستون شوم. 

 

((١٣٥٥هـ. ش. کال))



 

 

                                                                                                                                            منجاوره ادې

 


هوا ورو، ورو تودېدله او د اوړي د تودو بادونو له لگېدلو مخکې، د کوچيانو کډو په بارېدو پيل کړى و. له تودو سيمو نه کډې سړو سيمو ته تللې. د دې لپاره چې هم په خپله يو څو شپې ښې تېرې کړي او هم يې مال يو څه ارام وي. 

کوچيان نور په تودو سيمو کې تنگېدل او هره ورځ به يو زيات شمېر کډې يخو سيمو ته پر کوچېدو وې. د ځينو معتبرو کډې به په لاريو کې تللې، د کور کالي به يې په لاريو کې اچولي وو او خپله به د کاليو پر سر ناست وو. نورې زياتره کډې به په خپلو پښو تللې. خره، اوښان او ان غوا او غوايان به يې بار کړي وو. ځينې به ورپسې په پښو روان وو او واړه او زاړه به پر خرو او اوښانو سواره وو. 

په اول کې به د کوچيانو د کډو بارېدل د خوښيو خبره وه او ټول به خوشحاله وو، خو کله، کله چې به دوى مزله ستړي کړل، نو بيا به يې هم ځانته قار کېده او هم خپل ژوند ته، خو له دومره ستونزو سره، سره دوى په مزله خوشحاله وو او داسې ښکارېدل، لکه چې دوى د تل لپاره د تگ راتگ په حال کې خوښ وي او لکه چې دوى نه د سکون له ژوند سره بلد وي او نه دا غواړي چې ژوند ته دې يې سکون لاره پيدا کړي. 

نورې نو د گرمۍ شپې، ورځې وې او له تودو سيمو نه د کوچيانو د کډو يوه، نيمه د ماهيپر شا او خوا ته رارسېدلې وه. دوى به د ماهيپر د شا او خوا غرونو ته په تړو کې اړولي وو او څو شپې به يې زياتې هم کولې، ځکه چې د څارويو لپاره يې د ورشوگانو پرېماني وه. د ماهيپر له غرونو چې به سړى ښه ورتېر شو، نو د غرونو د سلسلو په بهير کې به د کوچيانو د کېږديو بهيرونه دومره ښکلي ښکارېدل، لکه کومې ماهرې مشاطۍ چې د فطرت ناوې ته د ښکلا د زياتوالي لپاره ځاى، ځاى داسې خالونه وهلي وي چې د غرونو د خپل سينگار په څنگ کې دغه سينگار هم غرونه او تړې ښکلې کړي وي. 

د دغو کېږديو زياتره يې له سړک نه لرې وې، خو يوه نيمه به بيا عمومي سړک ته نزدې وه. دومره نزدې چې هم به يې د لارۍ يا موټر د تېرېدو اواز اورېدى شو او هم به په کېږديو کې ناستو کسانو د موټر او لارۍ ناست خلک ليدل. 

ځينې کېږدۍ به نوې ښکارېدې. داسې لکه چې د لومړي ځل لپاره وهلې شوې وي، خو زياتره کېږدۍ ډېرې زړې وې. د ځينو کېږديو خپل اصلي رنگ، خو به د سره نه معلومېده، ځکه چې د هرې ټوټې او هر رنگ لوى او واړه پيوندونه به په کې ښکارېدل. دغو زياتو پيوندونو او ټوټو به د کېږدۍ اصلي رنگ پټ کړى و. دغو کېږديو د کوچنيوالي او لويوالي له پلوه هم يو څه توپير لاره. ځينې به ډېرې لويې وې او ځينې به دومره کوچنۍ وې چې ايله بيله به په کې درې څلور تنه په سختۍ ځاېداى شول. 

د شربتې ادې کېږدۍ له يوې خوا ډېره زړه او له بله پلوه ډېره وړه وه. دا کېږدۍ د سړک غاړې ته پوره نزدې وه... د هغې خاوند دوه کاله مخکې په زېړۍ تبه مړ شوى و او هغه هم د کوچ په وخت کې، ځکه خو يې هغه د لارې په سر ښخ کړى و. 

شربته ادې څه د ډېر عمر ښځه نه وه، هسې د دنيا غمونو او کړاوونو يې د سر وېښتان سپين کړي وو او مخ او تندي يې گونځې کړې وې. هغې خپل ټول عمر په همدې تگ او راتگ کې تېر کړى و. په هغه وخت کې چې خاوند يې ژوندى و، نو دا تگ راتگ ورته اسان ښکارېده، خو له هغې ورځې را په دېخوا چې خاوند يې د کوچ په جريان کې مړ شوى و، نو له يوه ځايه، بل ځاى ته د کډې بارېدل يې پر ولو لوى بار و. 

د نهو، لسو کلو يو زوى يې لاره او يوه اوښه هم ورته د مېړه نښه پاتې شوې وه. دوى به د کالو په وړلو کې د اوښې د شته والي له کبله ډېر خوشحاله وو. دا ځل د ماهيپر د اوږدو غرونو د تړو او تپو په لمنه کې د دوى وړه او زړه کېږدۍ ډېره ښه ښکارېده، خو د شربتې ادې له زړه نه څوک خبر وو چې پر هغې به څه تېرېږي!

له شربتې ادې سره اوس د خپل زوى سودا وه. دا سودا د هغې د ټول ژوند ملگرې وه. ان چې د شپې په خوب کې به يې کله، کله د هغه په هکله وړ او ناوړ خوبونه ليدل او په ويښه خو به يوه شېبه هم د هغه له فکره نه خلاصېده. 

دا ځلې چې دوى له تودو سيمو نه د کوچ په تکل کې کېدل، نو هغې ته زوى وويل چې: 

ـ ادې! سخکال موږ بل چورته نه ځو. په همدې ځاى کې به پاتې شو. 

 خو شربتې ادې به ورته وويل چې: 

ـ زويه! ولې به موږ پاتې کېږو. ټول کوچيان ځي او ما او تا به نه ځو؟ 

خو وړوکي زوى به يې بيا هم ټينگار کاوه: 

ـ ادې! د دې کلي خپل خلک خو په همدې ځاى کې همېشه اوسي، خو راځئ چې موږ او تاسو هم همدلته ځانله کور جوړ کو. 

او شربتې ادې به له ترخې موسکا سره يو ځاى همدومره وويل: 

ـ موږ خو څوک دلته په کېږدۍ کې هم نه پرېدي. ته لا د کور خبرې کوې! دلته چې د چا کورونه دي، دوى خو ټول ديشين دي. څو تنه يې خپله ځمکه لري او ځينې د نورو په ځمکو کې کار کوي. موږ خو کوچيان يو، نن دلې سبا به ځونه! موږ د کورونو جوړولو ته څوک چېرته پرېدي؟ زموږ په کېږديو پورې هم ځينې تنگ دي او ځينې مو لا د رنځونو مور بولي... بچيه! که موږ کوم ځاى ته ورسېږو، نو ټول خلک وايي چې دغه دى مرضونه راخواره شول او د هر څه تباهي جوړه شوه. 

او د هغې وروستۍ جملې د هغې له اوښکو سره يو ځاى شوې: 

ـ څه خبر يو زويه! موږ ولې خداى داسې پيدا کولو چې په يو ځاى کې مو هم څوک نه پرېدې او په يو ځاى کې هم زموږ د مېشته کېدو ځاى نه شته!

د شربتې! ادې خپله هم خوښه نه وه چې ايله دې خپلې زړې بړستنې په يو او بل ځاى کې گرځوي - راگرځوي، خو له مجبورې ورځې يې خپل زوى ته دا خبرې کولې. هغوى چې څنگه د ماهيپر شا او خوا ته رانزدې شول، نو په زړه کې يې وروگرځېدل چې خپل پاتې عمر همدلته تېر کړي، خو دا هسې د خيال يوه چپه وه او هغې ته په زړه کې نورې خبرې وروگرځېدلې. دا ځل هغې ته د ماهيپر غرونه هم څه بل ډول ښکارېدل او چې ورته به يې وکتل، لکه چې د دې غرونو هره تړه له شربتې ادې سره د راز او نيازخبرې کول غواړي او لکه چې په چوپه چوپتيا کې ورته وايي چې: 

ـ راځه! همدلته پاتې شه او همدلته دې د ژوند همېشنۍ جونگړه جوړه کړه... 

خو شربتې ادې کله دا کار کولى شو؟ که د هغې په زړه واى، نو دا ځلې به يې د سره له خپله ځايه کډه نه واى رابار کړې، ځکه خو داسې ښکارېدل، لکه چې شربته ادې د ماهيپر د غرونو او تړو د راز او نياز دې خبرو ته په زړه، زړه کې (نه) کړي وي. 

له هغې سره اوس د ځوانۍ او پېغلتوب هغه جوش او مينه هم نه وه چې گوندې په غرونو او تړو دې يې هم مينه راشي. اوس له هغې سره يوازې د خپل زوى سودا وه او د خپل ژوند هره خوښي او خوشحالي يې د خپل زوى د ژوند په نېکمرغيوو کې نغښتې گڼله او چې زوى به يې له کېږدۍ نه يو څه لرې خپله اوښه د مړولو لپاره بوتله، نو د مور زړه به يې هم همغلته و. 

شربته ادې به د کېږدۍ په څنگ کې ناسته وه. توره وړه شانته تبۍ به يې چې له تيږې نه جوړه شوې وه، په نغري کېښوده او په هغو ډکو - مکو به يې پسې اور بل کړ چې يا به يې خپله د کېږدۍ له شا او خوا نه راټول کړي وو او يا به يې زوى د اوښې د پوولو په وخت کې راټول کړي او له ځانه سره راوړي وو. لومړى به يې يو څو ټيکلي پاخه کړه او بيا به يې په نغري باندې تک تور وړوکى چاى جوش کېښود، اوبه به يې ښې وخوټکولې او لږ شانته شين چاى به يې په کې ورواچولو. چاى جوش به تر هغې پروې په نغري باندې پروت و چې زوى به يې راغى او د هغه له رارسېدو سره سم به يې د ډوډۍ په خوړلو او د چايو په څکلو شروع وکړه. 

کله، کله چې به يې د کېږدۍ ترڅنگه يو نيم موټر تېر شو، څو تنه به په کې خوښ خوشحاله ناست وو، نو زوى به يې خداى زده څنگه يو ناڅاپه له مور نه پوښتنه وکړه: 

ـ ادې په هغه موټر کې خلکو ته وگوره! څنگه خوشحاله دي او څنگه په ښايسته موټر کې ناست دي... زه به کله د موټر سورلي خورم؟

او مور چې به يې دا خبره واورېده، لکه چې هغې ته څه ډېرې خبرې، ډېرې خاطرې او ډېرې ترخې وريادې شوې وي. د تندي گونځې به يې نورې هم زياتې شوې او سترگې به يې نورې هم تنگې شوې. زوى ته به يې په ټيټ غږ ځواب ورکړ: 

ـ بچيه! تا سره څه د موټر د سورلۍ غم دى، ته خو لا پرونى هلک يې، دا دى زما د سر وېښتان سپين شول، خو لا د لارۍ او موټر سورلي مې نه ده خوړلې. 

او چې بيا به د کوچيانو کومه کډه په لارۍ کې تېره شوه، نو زوى به ترې يو ځل بيا پوښتنه وکړه: 

ـ ادې! دغه نور کوچيان خو په لاريوو کې کډې وړي، موږ به تر څو پورې په خپلو پښو روان يو؟

او مور به يې بيا هم په کراره، کراره ورته وويل: 

ـ دوى خو مالداره دي بچيه! ځکه په لاريوو کې ځي. موږ خو له همدغې زړې اوښې پرته بل هېڅ شى نه لرو، په موټرونو او لاريو کې به په څه شي لاړ شو... 

او د هغې زوى به نور چوپ شو، خو هسې حېران به يې کله يوې خوا ته کتل او کله بلې خواته. 

***

څو ورځې يې د ماهيپر په شا او خوا غرونو کې تېرې کړې او بيا داسې وخت هم راورسېد چې له دې ځايه یې خپله کډه بار کړه او چې څنگه يې کډه بار کړه، نو د دوى ترڅنگه په سړک باندې يو ښکلى گړندى موټر تېر شو. په موټر کې يو زلمى او يوه جلۍ ناست وو او چې د دوى له څنگه تېرېدل، نو د هغوى د مستۍ او کټ، کټ خندا اواز د شربتې ادې او د هغې د زوى تر غوږو راورسېد. دلته د شربتې ادې له سترگو د اوښکو څو بې وسه څاڅکي راتوى شول او زوى يې څو پرله پسې سلگۍ وکړې. شربتې خپل زوى غېږې ته راجوخت کړ او څو، څو ځلې يې ښکل کړ. په موټر کې ناست زلمي او جلۍ د دوى دا حال ونه ليد او نه يې د دوى د سلگو او ژړا گنگوسى واورېدى شو. د هغوى موټر په ډېره تندۍ له دوى نه تېر شو. 

***

شربته ادې او زوى يې د غرونو په پرله پسې سلسلو کې د سړک په غاړه، غاړه کې په خپله اوښه پسې روان وو. زوى يې ستړى شو. هغه يې پر اوښه سور کړ او شربته ادې په اوښه پسې روانه وه. هلته له ورايه يو گړندى موټر راروان و. موټر به کله د سړک يوې خوا ته لاړ او کله بلې خواته. شربتې ادې چې موټر وليد، توبې يې وښکلې او د زوى او اوښې د سرونو د سلامتيا دعا يې وکړه، خو موټر په ډېره بيړه راورسېد. هغه يو ناڅاپه راکوږ شو. د شربتې ادې يو درز تر غوږ شو. په سترگو يې تياره راغله. په غوږونو کې يې انگازې جوړې شوې او سر يې پرې وگرځېده. سمدلاسه پر ځاى کېناسته او چې څنگه يې سترگې راپورته کړې، نو د هغې زوى او د هغې اوښه دواړه په وينو کې پراته وو. ورپورته شوه. پر زوى ورپرېوته او لکه له هغې نه چې سا وتلې وي، هغه بې سده شوه او تر ډېره پورې همداسې بې سده پرته وه. 

د هغې چې ځان ته پام شو. گڼ شمېر خلک ترې راتاو وو. د هغې زوى او د هغې اوښه په وينو کې پراته وو. شربتې ادې بيا کړيکه کړه او پر زوى ورپرېوته. له هغې نه ټوله دنيا ورکه شوې وه. ژوند ترې ورک و!!

***

شربتې ادې خپل زوى همدلته د ماهيپر د غرونو، تړو او تپو په سلسلو کې ښخ کړ او د خپل زوى د قبر تر څنگه يې يوه جونگړه هم جوړه کړه. د زوى د قبر ترڅنگ دغه جونگړه يې د ژوند همېشنى استوگنځى شو. هر موټر چې به د شربتې ادې جونگړې ته ورسېد، برېک به يې ونيوه. د موټر او لاريوو سورليوو به له جېبونو نه ماتې روپۍ راوښکلې او د شربتې ادې د جونگړې خوا ته به يې ورگوزار کړې او په دې ډول خو ((شربته ادې)) هم په ((منجاوره ادې)) مشهوره شوه. 

 

((١٣٥٤هـ. ش. کال))

 




                                                                                                                                زېرى


 

گل به چې په پټو کې په قلبه ستړى شو، نو غوايانو ته به يې د خولې څه ځانگړى غږ وکړ او هغه به ودرېدل. بيا به يې نو د تندي خولې په لستوڼي وچې کړې، له بډې نه به يې د نسوارو غمي لورنکى دبلى راوښکه. يو ځل به يې د دبلي په تته آينه کې د ځان لنډۍ شان ننداره وکړه، بيا به يې د لاس په ورغوي کې يوه کپه نسوار واچول او په داسې ډول به يې خولې ته ورگوزار کړل، لکه چې د خوراک لپاره يې ورته خوله جوړه کړې وي. 

د هغه څه په لږو نسوارو هم کار نه کېده. ښه ډک ورغوى نسوار به يې په يو وار تر ژبې لاندې کول. مور ورته په خپل کور کې نسوار جوړول، ځکه چې د بازار نسوارو ته يې وسه نه وه برابره. که چا به ترې پوښتنه وکړه چې: 

ـ گله! ورک که دا ناولي نسوار مه اچوه... 

نو ده به ورته وويل چې: 

ـ وروره! زما په دې بازاري نسوارو د سره د نسوارو مينه نه ماتېږي. 

کنه اصل خبره خو دا وه چې د دکان نسوارو پيسې غوښتې او ده سره د پيسو درک نه و. له نسوارو نه به چې گل خوله ډکه کړه، نو په ځمکه کې ټومبل شوې چوکه به يې په دوو گوتو راواخيسته. غوايان به يې چوکه کړل. غږ به يې پرې وکړ او غوايان به روان شول. هغه به چې يو پټى له نيم نه زيات واړاوه، نو بيا به يو څه خوشحاله ښکارېده. د نسوارو دبلى به يې زر زر له بډې راوښکه او چې نسوار به يې له خولې نه تو کړل، يو کيل نيم به يې وښکه او بيا به چې څنگه لمر راتود شو، نو ده که به يو غږ په غوايانو کاوه، بله به يې ورسره ټپه جگه کړه... گل به چې قلبه کوله، نو تل به يې ټپې ويشتلې. د خوا او شا پټو خلک هم د گل په ټپو ډېر خوشحالېدل او کله به چې هغه په بل فکر کې ډوب و او ټپې به يې له ياده وتلې وې، نو نزدې کسانو به پرې غږ وکړ چې: 

ـ گله! نن خو دې د سره غږ نه خېژي. خير خو دى څنگه داسې چوپ يې؟

او بيا به که د گل ټپو ته اشتيا هم نه وه، نو د خلکو له خاطره به يې څو تودې، تودې لنډۍ وويلې او داسې خوږ غږ به يې جگ کړ چې په ټولو پټو کې به يې انگازې خورې شوې. 

گل چې به غږ جگ کړ، نو په اواز کې يې څه داسې زړه راښکون و چې نورو خلکو به په دې وخت کې کار، خو کاوه، ولې له خولو نه به يې غږ غوږ هم نه خوت او که غوايان به ډېر سست هم شول، دوى به پرې غږ نه شو کولاى، ځکه چې بيا يې د گل د سوي زړه غږ نه شو اورېدلى. 

گل د ځوانۍ په جوش کې و. عمر يې د پنځه ويشتو کالو په شا او خوا کې و. مشران ورونه يې لا پخوا د دانو په رنځ له دنيا تېر شوي وو او دى د خپلې مور يوازينى زوى و، ځکه خو مور ته ډېر گران و. گران څه چې هغې د خپل زړه ټوټه گاڼه. 

گل ته چې به مور سبانارى راوړ، يو سات خو به د پولې په سر ولاړه وه، ځکه چې زوى به يې په کار لگيا و او يا به د ټپو په غم کې و او چې د مور په شونډو به يې نرۍ شان خندا وليده، چوپ به شو. ييوه به يې بس کړه. چوکه به يې په اوښتې ځمکه کې نېغه ودروله. خپلې بډې به يې راخلاصې کړې. شلېدلې او څيرې، څيرې جامې به يې وڅنډلې او د مور تر څنگه به د پولې پر سر سباناري ته کېناست. مور به يې د هغه د خوشالتيا لپاره وويل: 

ـ بچيه! له سوکړک سره مې درته د خټو په څېر ټينگې شړومبې هم راوړي. 

گل به خوشحاله شو او د شا او خوا خلک به يې ټول سباناري ته راوبلل. راوړى سوکړک به يې سره کپ، کپ کړ او شړومبې به يې گوټ، گوټ ورسېدې. گل به خپله موړ نه شو، خو دا چې څو تنه به د سباناري پر سر راټول شول او يو سات گپ، شپ به يې ولگاوه، يوه، يوه خوله نسوار به په کې باد شول، نو هغه به زښت زيات خوشحاله شو، دومره خوشحاله چې تر غرمې پورې به يې ټول کار په منډه، منډه کاوه. 

سبانارى چې به خلاص شو، نو مور به يې د شړومبو لوښى د دسترخوان په نامه په يوه زړه ټوټه کې چې يو وخت د گل څادر و، خو اوس ترې د کور دسترخوان جوړ شوى و، تاو راتاو کړ. پر سر به يې کېښود او کور ته به روانه شوه. دا څه د يوې ورځې کارنه و. د دوى ټول ژوند همداسې و. د گل د مور خو همدا کار و. 

لا د گل د پلار په ژوند به يې هم سبانارى په سر کړى و او په هغه پسې به يې وروړ او د هغه له مرگه وروسته يې هم همدا کار و. 

د گل مور ډېرې خوږې، ترخې ليدلې وې. ډېرې غريبۍ او ناخوالۍ پرې تېرې شوې وې. ډېرې لوږې تندې يې په ځان منلې وې او په ډېرو ستومانيوو کې يې ژوند ستړى کړى و. هغې خپل گل زوى په وړوکوالي کې، لکه گل داسې ساته، خو د غريبۍ په ژوند کې به ((گل)) تر کومه وخته پورې ((گل)) پاتې کېده!

د گل زړه څه عجيبه شان و، په کلي کې چې به څه غم پېښ شو، نو لکه د گل په کور کې چې غم پېښ شوى وي. هغه ته د چا په غم کې شريکېدل ډېر ښه ښکارېدل او چې په ښادۍ کې به ورته چا څه ونه ويل، نو ده يې هم چندان پروا نه لرله، خو د نورو خلکو په ښادۍ او نېکمرغۍ به ده هسې هم خپل ځان نېکمرغه گاڼه. 

هغه له صورت نه هم بد نه و. ښه هډور او تکړه زلمى و، خو مخ يې لږ لږ ژېړ ښکارېده. د لاسونو او پښو پنجې يې هم پلنې وې. د پښو پوندې به يې تل چاودلې وې او د پوندو چاودونو به يې په پښو کې څه عجيبه شان منظره جوړه کړې وه. ډېرې ليکې او کرښې به تللې او راغلې وې، خو مور چې به يې چورته د خپلې زېړۍ غوا غوړي ټول کړل، نو د زوى په پوندو پورې به يې ومښل او بيا به يې غوړ لاسونه زر، زر په خپل سپين سر کش، راکش کړل. 

گل ته له پلار نه پو څو پټي پاتې شوي وو. خپل ټول ژوند يې په همدغو څو پټيو پورې تړلى و. دومره غله، دانه به يې کېدله چې شپې پرې سبا کړي او چې زېړه غوا به يې لنگه وه، نو بيا خو به د کتغ هم ښه پرېماني وه. ډوډۍ او سوکړک به يې تل غوړ و او شړومبې، خو به يې ترې نورو خلکو ته هم ورکولې او چې غوا به وچه وه، نو دوى به د خداى اسرې ته ناست وو. که چا به ورته شړومبې ورکړې، خو ښه ترښه او که نه نو بس په وچو سوکړکانو هم وخت تېرېده. 

گل واده هم کړى و. د واده يې پوره يو کال تېر شوى و. کوزده يې څو کاله مخکې لا کړې وه. هغه وخت چې دى لا زلمى نه و. خپل پلار ورته په خپل ژوند کوزده کړې وه. تل به يې ويل چې غواړم په خپل ژوند کې د زوى ناوې وگورم. هسې هم د گور پر سر ولاړ يم چې دا يوه خوشحالي خو وگورم. 

او بيا هغه په کلي کې د يو چا په لور جرگه وکړه. هغه سره دې هم خداى ښه وکړي، لور يې ورکړه او د ده زړه يې ښه کړ، خو د گل د پلار په ژوند د هغه ناوې کور ته رانغله. گل څو کاله وروسته بيا واه وکړ. 

ښځې يې اوس د اولاد امېد لاره. د اولاد کېدو ته يې دومره وخت نه و پاتې. په دې کار گل او د گل ښځه ډېر خوشحاله وو. د گل د مور د خوشحالۍ هېڅ اندازه نه وه. تل به يې د خوښۍ موسکا په شونډو خوره وه. 

گل به چې سهار د وخته په کار پسې وواته، ييوه به يې پيل کړه او بيا چې به څه وخت وروسته، مور ورپسې سبا نارى وروړ، نو گل ته به په زړه کې څه ډېرې پوښتنې وروگرځېدې. په زړه کې به یې گرځېدل چې کاشکې مې مور اوس پر ما کوم (زېرى) وکړي. د زوى زېرى، د لور زېرى. پروا نه کوي که لور وي او که زوى. دواړه د خداى داد دى، خو کله چې به يې بيا خپلې بې کسۍ ته پام شو، څه نامعلوم شانته غم به يې له زړه چاپېر شو او په زړه کې به يې داسې راغلل چې که (زوى) مې وشي، نو څومره به ښه وي!

د هغه مور چې به هغه له سبانارى وروړ او هلته به يې ورته د پولې پر سر کېښود، نو گل به لا ترې پوښتنه نه وه کړې چې هغې به ورته غلي شانته وويل: 

ـ (پري) ښه وه... روغه جوړه وه... 

(پري) د گل د ښځې نوم و. 

گل به هسې سر وگراوه. هېڅ به يې هم ونه ويل، خو د سباناري لپاره به يې د شا او خوا پټو خلک راوبلل. له کاره چې به خلاص شو، کور ته به يې د روانېدو تکل وکړ او چې څنگه به د کور پر زړه دروازه ورننووت، نو په زړه کې به يې هماغه خبره وه چې اوس به څوک د زوى (زېرى) راباندې کوي او اوس به څوک کوم خبر رارسوي، خو (پري) لا ښه وه... روغه جوړه وه... 

د (پري) د اولاد زېږولو وخت بېخي نزدې و. د هغوى په حساب خو پري څو ورځې تېرې شوې هم وې. د گل مور به هره ورځ د تېرو ورځو شمار په خپلو گوتو کاوه. (پري) به په ډوډۍ او سوکړک سربېره د تناره خاوره په ډېره اشتها خوړه او چې کومې گاونډۍ يا خپلې خپلوانې ښځې به ورته د غره پستې تيږې د خوراک لپاره ورکړې، نو بيا خو به هغه دومره خوشحاله شوه، لکه ډېر څه چې يې ورکړي وي. که د غره تيږې به پيدا نه شوې، نو بيا خو به يا د تناره خوږه خاوره د هغې خوراک وه او يا هم د دېوال د چمانو خاوره او شنيلى. 

له يوې ورځې نه بلې ورځې ته د گل او د هغه د مور تلوسه زياتېدله. دغه تلوسه به د راتلونکي ژوند په خيال کې کله، کله گل ته د خوشحالۍ په لحظو بدله شوه او د زوى د (زېري) تمه به ورسره ښه ډېره شوه. د گل مور به هم چې کله وخت مناسب وليده، نو د (گل) په غوږ کې به يې هغه او دغه گنگوسى کاوه، خو (پري) لا ښه وه... روغه جوړه وه... 

څو ورځې، شپې همداسې تېرې شوې. له دې وروسته به هره ورځ او هره شپه په (پري) سخت درد راته. 

او په همدې وخت کې به گل هره ورځ او هره شپه د زوى د (زېري) په تمه و. 

خو دا زېرى هيچا هم نه ورکاوه. گل چې به خپل کاله ته راغى، نو اول به يې د خپلې مور سترگو ته وکتل. د هغې په سترگو کې به يې چې نوي څه ونه ليدل، نو خپله پښه به يې يو څه تېزه کړه او د (پري) څنگ له به ورغى. له هغې سره يې ډېرې خبرې نه کولې. همدومره به يې ورته وويل: 

ـ څنگه يې... ؟

او د پري له خولې به په زگېروي کې همدومره وختل چې: 

ـ ښه... يم... 

هغه لا ښه وه... روغه جوړه وه... 

د گل تلوسې نورې هم زياتې شوې. هره گړۍ به يې د يوې نوې پېښې د اورېدو لپاره خپل غوږونه بوڅ نيولي وو، خو بيا به هم په پټو کې په ييوه لگيا و. پخوا خو د کار سره د هغه ډېره زياته مينه وه، خو په دې ورځو کې يې په مينه کار نه کاوه. 

د کار په لړ کې يې اوس ټپې هم نه ويشتې. د نزدې پټو کسان هم د گل په دې ستونزو او کشالو ښه خبر وو. هغوى به ترې چرې هم د غږ د جگولو هيله نه کوله، خو چې گل ته به سپين سرې مور سبانارى راوړ، هغه به د تل په شان نورو کسانو ته د سباناري د خوړلو بلنه ورکړه. سبانارى به سره وخوړ شو، خو په هغه پخوانۍ گڼه گوڼه نه. ټول به چوپه خوله ناست وو. يوازې يو، نيم کس به په کې د گل مور ته د نمسي د پيدا کېدو يوه وړه شان دعا وکړه او هغه هم په داسې وخت کې چې د گل پام به نه و، خو لا پري ښه وه... روغه جوړه وه... 

يوه شپه (پري) ډېره ناکراره شوه. د گل مور ورته د کلي څو سپين سرې او باتجربه ښځې هم راوستې. ټولو به ويل چې ځه خداى به خير کړي. او لا رڼا په تيارې زوروره شوې نه وه چې گل غوايان مخکې کړل او پټو ته روان شو. د هغه کار ته ټکى زړه هم نه و، خو بس په کور کې پاتې کېدل ورته مناسب نه ښکارېدل. د وترو وخت و. کار هم ضرور و. هغه چې څنگه له کوره واته، په زړه کې يې تېر شول چې که نن څوک (د زوى زېرى) راباندې وکړي، نو خپله زېړه غوا به همدا نن د کلي د خلکو لپاره خيراتوم. 

... هغه کار ته لاړ. سبانارى ورپسې مور ورنه وړ. هغه په دې کار څه دومره ډېر حېران نه شو، ځکه چې د (پري) له حاله خبر و. فکر يې کاوه چې نن خو به خامخا د زوى زېرى اورم او زېړه غوا به د پري او د زوى له سره ځاروم. 

غرمه لا پخه شوې نه وه چې ييوه يې خلاصه کړه. کور ته روان شو او چې هر څومره کور ته نزدې کېده، د زړه درزا به يې زياتېدله. د کور دروازه چې يې تر سترگو شوله، نو څه گوري چې څو تنه ښځې د هغوى کور ته ورننوځي او چې غوږونه يې ښه تېز کړل، نو د څه گڼې گوڼې اواز د باد په څپو کې د هغه غوږونه ته ورورسېده. دوه تنه هلکان يې په ده پسې رالېږلي وو، خو دى ورسره په لاره کې مخامخ شو. گل چې څنگه دوى وليدل، په زړه کې يې تېر شول چې ولې يې د ورايه له خولې نه د مبارکۍ غږ نه راوځي. هغوى چې څنگه گل ته رانزدې شول، په ويرجن او غم لړلي اواز کې يې يوه همدومره وويل چې: 

پري... 

د گل چې دغه غم لړلى غږ تر غوږو شو، د چيغې په ډول يې ترې پوښتنه وکړه: 

ـ پري!... څه خبره ده... په پري څه شوي دي... ؟

گل دا پوښتنه وکړه او ځواب ته يې منتظر پاتې نه شو. پښه يې داسې تېزه کړه، لکه د غم څپو چې په مخه کړى وي. د کور په دروازه ورننووت، ويې ليدل چې د هغه زېړه غوا دوخته حلاله شوې ده... گل حېران، حېران يوې خوا او بلې خوا ته کتل. د خلکو په منځ کې کېناست هېڅ يې ونه ويل. څه يې ځکه نه شول ويلى چې وچو شونډو يې رپا پيل کړې وه. د زوى د زېري د اورېدلو هيله ورسره خاورې شوه او په زړه کې يې همدومره تېر شول چې: 

ـ کاشکې ((پري)) ښه واى... روغه جوړه واى!

 

((١٣٥٥هـ. ش. کال))

 



 

اهدا: 

استاد عبدالحى حبيبي ته، 

 

                                                                                                                                                             ... او کرښې کږې شوې!

 


هغه په خپله بستره کې وخوځېد. د يو څه ارامۍ احساس يې وکړ. راکېناست. بيا يې د څه ليکلو تکل وکړ. ليکل د هغه ژوند و. هغه به د ژوند په هره شېبه کې د مطالعې او ليکنې په سودا کې و او هغه چې به هر څه ليکل نو د زړه په وينو يې ليکل، ځکه يې هره ليکنه او د ليکنې هره کرښه په زړه پورې او ښکلې وه. 

په ډېره سختۍ له ځايه راپورته شو. په زړه کې يې د څه ليکلو لمبې بلې وې. هغه به تل د زړه لمبو ليکنې ته راهڅولو. د هغه په زړه کې چې به دغه لمبې بلې شوې، نو د قلم له کښلو پرته به دا لمبې نه شوې سړېدلى او چې هغه به قلم وچلولو، نو د هغه د زړه او گوگل لمبې به يو ځل سړې شوې او هغه به وکولى شول چې په هوساينې سره سا وباسي. 

اوس هغه ناروغ و. د هغه په زړه کې د ليکنې شوق و، بيا يې په زړه کې لمبې بلې شوې وې، خو د ليکنې توان يې نه لاره. هغه بايد يوه کرښه هم نه واى کښلى. هغه يې له ليکنې او له لوستنې منعه کړى و، لکه چې هغه يې له ژونده منعه کړى وي. که هغه ليکلى واى، زړه يې درېده او که هغه نه واى ليکلى، ژوند يې بې معنا ورته ښکارېده. 

نن يې د زړه لمبو هغه د ناروغۍ له بستره راپورته کړ. په ډېرو ستونزو له ځايه راجگ شو. په ډېره سختۍ يې ځان د کتابونو الماريوو او بيا د خپل کار مېز ته ورورساوه. 

د هغه يو ډېر عمده تحقيقي کار لا نيمگړى پاتې و. دا کار بايد بشپړ شوى واى. څه داسې نور کارونه هم نيمگړي پاتې وو. ليکوال بايد دا کارونه ټول بشپړ کړى واى، که نه هغه ته به د ژوند شېبې ډېرې بې خونده واى. هغه ته د دغو کارونو په بشپړېدو کې د ژوند بشپړېدل ښکارېدل. 

د خپل کار مېز ته کېناست. کتابونه يې په رېږدېدلو گوتو واړول، راواړول. د خپل نيمگړي او ناتمامه کار يادداشتونه يې راواخيستل. قلم يې په گوتو کې ښه نه شو ټينگولى، خو بيا يې هم په رېږدېدلو گوتو پر کاغذ څه ليکل شروع کړل. هېڅکله هم په ليکنه دومره نه و ستړى شوى. نيم مخ کاغذ يې لا نه و تور کړى چې څه بل ډول احساس يې وکړ. د زړه ټکان يې زيات شو. ځان ورته ډېر کمزورى ښکاره شو. قلم يې له لاسه ولوېده. له چوکۍ نه پر ځمکه راولوېد او نور په ځان پوه نه شو. 

***

ليکوال بيا په خپل ځاى کې وخوځېد. سترگې يې وغړولې. شا او خوا ته يې وکتل. خپله مېرمنه يې سر ته ناسته وه. د هغې په سترگو کې اوښکې وې. هغې له ليکوال سره ډېرې خوږې ورځې او شپې تېرې کړې وې. د هغې سترگو ته چې يې وکتل، نو د ليکوال سترگې هم راډکې شوې. مېرمنې يې ډېر د خپلو سترگو چينې وچې کړې. هغې ته ډاکټر همداسې ويلي وو. څه ډېره شېبه يې يو، بل ته سره رډ، رډ وکتل، بيا يې مېرمنې ورته په شمېرلو الفاظو وويل: 

ـ نور يې مه ليکه. ته ليکنې همداسې کړې... تا به ليکنه ووژني... 

او ليکوال بيا هم خپلې سترگې په هغې کې ښخې کړې وې. پر شونډو کې يې يوه ډېره مرموزه موسکا ښکاره شوه او په ډېر ټيټ غږ يې وويل: 

ـ که يې ونه ليکم، مرم!

ـ که يې ونه ليکلى شم، مړ ښه يم... !

ښځې يې هغه ته څه ضروري شيان تيار کړل. دارو يې هم ورکړل او بيا په څه کار پسې بهر ووتله. ليکوال چې يوازې شو، بيا يې شا او خوا ته وکتل. غوښتل يې چې له ځايه راپورته شي. په ځان يې زور راوړ. په بستره کې وخوځېد، خو لکه چې له ځايه د راپورته کېدو توان يې پيدا نه کړ. يوه شېبه يې سترگې پټې کړې، خو د زړه لمبې يې بيا بلې شوې وې. هغه ته بيا د څه ليکلو هيله پيدا شوه. يو وار يې په زړه کې تېر شول: 

ـ که يوازې د ليکنې توان ولرم نور څه نه غواړم. 

او هغه ته د خپلو پخوانيوو ليکنو بهير ور په ياد شو. له دغو ليکنو څخه يې د فکر بهير جوړ کړ. ډېر کلونه پخوا زمانه ورياده شوه. څو پنځوس کاله پخوا زمانه ورياده شوه. هغه وخت چې لومړنۍ مقاله يې چاپ شوې وه، لومړنى اثر يې خپور شوى و. هغه ډېر خوښ و او بيا هغه له ليکنو نه خپل ژوند جوړ کړ. د هغو آثارو پاڼې يې په ذهن کې وروگرځېدې چې په ډېرو کړاوونو يې لټون ورپسې کړى و. تحقيق يې پرې کړى و او ليکلې يې وې. 

يو ځل بيا په خپله بستره کې وخوځېد، بيا يې وغوښتل چې له خپله ځايه راپورته شي. په ډېرو ستونزو په خپل ځاى کې راکېناست. ويې غوښتل چې بېخي له خپله ځايه راولاړ شي. د هغه لاسونه او پښې لړزېدل. په ځان کې يې د راولاړېدو توان احساس کړ. سخت خوشحاله شو. زړه يې له خوښۍ څو پرله پسې ټوپونه ووهل، خو هغه د زړه په دغو ټوپونو خپه نه شو. هغه ته خپل زړه معلوم و. هغه چې هر څه ليکل، د زړه په خوښه يې ليکل. ودرېده، خو سم نېغ نه شو درېدې. ټيټ، ټيټ روان شو. کله به يې ټالۍ وخوړله. سر به پرې وگرځېد، خو ځان به يې يو څه راټينگ کړ. بيا د خپلو کتابونو الماريو ته ودرېد. ټول يې له نظره تېر کړل. د الماريو د کتابونو له ټولو پاڼو سره آشنا و. يو عمر يې ورسره تېر کړى و. ډېرې شپې او ورځې يې ورسره يوازې تېرې کړې وې او هغه يې تل له يوازېتوب څخه ژغورلى و. 

د هغه خپلې مقالې، آثار او کتابونه په يوه جلا المارۍ کې بېخي يوې خوا ته پراته وو. ليکوال ورنزدې شو. يو ناڅاپه يې په شونډو کې څه موسکا ځان راڅرگند کړ. ښه ورلنډ شو. ښه ډېر آثار او مقالې او کتابونه يې ليکلي وو. د يو فوق العاده کار شاهدان آثار يې لرل. ډېرو کمو ليکوالو به دومره آثار ليکلي وي، خو د ليکوال په زړه کې اوس هم تېر شول چې: 

ـ لا بس نه دي!

او ليکوال په لړزېدلو لاسونو يو کتاب راواخيست. بيا يې موسکا شونډې خوږې کړې. دا کتاب يې په يو لرې ځاى کې موندلى و. يوه قلمي ارزښتناکه نسخه وه. د موندلو په ورځ يې هغه دومره خوشحاله شوى و چې په خپل ژوند کې يې نه له هغه وړاندې دومره خوښي چرې ليدلې وه او نه وروسته، بيا يې څو کاله په هغه کتاب کار وکړ او چاپ يې کړ. ليکوال د هغه اثر پاڼې په لړزېدلو لاسونو واړولې، راواړولې او هغه ټول پخواني وختونه يې د ذهن په اړخ، اړخ کې راژوندي شول. کتاب يې کېښود. يو بل کتاب يې راواخيست. هغه شعرونه هم ويل. پخوا يې ډېر شعرونه ليکل، خو بيا چې په ژورو څېړنو اخته شو، نو شعر يې لږ ليکه. دا يوه شعري مجموعه وه چې د ليکوال ځينې شعرونه هم په کې چاپ شوي وو. د هغو شعرونو پاڼې يې راواړولې په يوه شعر يې سترگې ولگېدلې. د ډېرو پخوا وختونو شعر و. عاطفي شعر و. ليکوال هغه شعر يو ځل بيا ټول په زړه، زړه کې ولوست. هماغه ورځ ورياده شوه چې دا شعر يې ليکلى و او هغه شېبې هم وريادې شولې چې ده ته يې د دې شعر الهام ورکړى و. او بيا نور ډېر څه ورياد شول او نورې ډېرې پېښې. سترگو ته يې اوښکې راغلې. ډېره شېبه چوپ و. په زړه نازړه يې دا کتاب د المارۍ په يوه اړخ کې کېښود او په يوه بل اثر يې سترگې ونښتې. دا په څو ټوکو کې يو کتاب و او اوس يې ليکوال حتٰى د رااخيستلو توان په ځان کې ونه ليد، خو د پاڼو له کښنو يې خبر و. خپله يې ليکلى و. د خپل وطن تاريخ يې و. او ليکوال بيا په کوم سوچ کې لاړ... 

نورو کتابونو ته يې وکتل. غوښتل يې چې ټول وگوري، خو بيا يې د زړه لمبې راوپارېدې. غوښتل يې چې بيا څه وليکي. خپلو ټولو هغو پاڼو ته ځير شو چې لا نيمگړې وې او ليکوال بايد بشپړې کړې واى. د زړه لمبې يې زياتې شوې. بيا د خپل کار د مېز خوا ته روان شو. هغه خپل ځان پر چوکۍ نه شو ټينگولى. 

په زهيرو گوتو يې د مېز له سره هغه کتابونه او کاغذونه ټول کړل او د يوه توشک پر سر کېناست. دا يو داسې ادبي تحقيق و چې ليکوال يې له بشپړېدو سره سخته مينه لرله. قلم يې په گوتو کې لړزېده. ښه يې نه شو ټينگولى. پر کاغذونو يې سر ورټيټ کړ. څو پرله پسې کرښې يې وکښلې. بيا ورته يو ناڅاپه بل ډول احساس پيدا شو. د زړه درزا يې بيا زياته شوه. د سینې چوپ اړخ ته يې بيا د څه سوي او درد احساس وکړ. پوه شو چې نور مې ليکنې ته نه پرېږدي. په هغه بيا د زړه حمله راغلې وه. د گوتو لړزا يې نوره هم زياته شوه. ليکنه لا نيمگړې پاتې وه. هغه يو ځل خپل کیڼ لاس زړه ته ونيو او بيا يې هم ليکنې ته دوام ورکړ. نور يې ليکنې ته پرېنښود. همدومره يې وليکل: 

ـ د زړه حملې نورې ليکنې ته پرېنښودم... که مې بشپړ نه کړاى شو، نو... 

خو د هغه وروستۍ کلمې، جملې او کرښې کږې شوې. دا کرښې د کاغذ له پاسنۍ برخې لاندې راروانې وې... (١)

 

((٢٠/١٢/١٣٦٢هـ. ش. کال))

 

 

 

۱- دا لنډه کيسه د لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي له مړينې پوره دوه مياشتې مخکې هغه وخت ليکله شوې ده چې هغه استاد سخت ناروغ و.