شاړې کوڅې (د زرین انځور داستانونه ) [۴]
زرین انځور
قدمونه او قسمونه
هغه زما د خوښې سندرغاړى و. د هغه په اواز کې ماته څه عجيبه سوز او ساز ښکارېده. ما چې به هر وخت د هغه اواز واورېد، پر ما به يې هماغه اغېز لاره. د هغه اواز پر ما د ماتم په شېبو کې هم ښه لګېده او که خوشحاله به وم، نو زما خوشحالي به يې څو چنده نوره هم رازياته کړه. ماته د هغه غږ ډېر ګران و. هغه خپله هم راته ګران و، خو خپله مې نه و ليدلى. زما د ژوند يوه سخته هيله دا وه چې هغه ووينم. د هغه غږ خپله له هغه واورم. ويې وينم او بيا بيا يې ووينم. کله چې به د سندر غاړي غږ پورته شو، نو زه که به په هر کار لګيا وم، هغه به مې بس کړ. که له هر چا سره به مې خبرې کولى هغه به مې بس کړې او د راډيو غږ به مې ښه پرېمانه لوړ کړ. زه به راډيو ته تل د دې په انتظار کې وم چې د خپلې خوښې د سندرغاړي اواز ترې واورم. د سندرغاړي په اواز کې ماته څه عجيبه جادو پروت ښکارېده. زه نه پوهېدم چې څنګه مې د سندرغاړي اواز داسې ځان ته راکاږي، خو بس هر کله به مې چې له چا نه د هغه نوم هم واورېد، بيا به مې د هغه د سندرو انګازو په غوږونو کې هنګامې جوړې کړې وې.
په راډيو کې د هغه زياتې سندرې نه وې، ځکه خو به يې يوازې کله کله په راډيو کې د هغه اواز خپرولو. د هغه د هرې سندرې اورېدو ته دې بايد څو شپې او ورځې انتظار کښلى واى، خو ما ته به د هغه هره سندره، هر ځل ښه او خوږه ښکارېده. د هغه د سندرو شعرونه هم ماته ډېر لوړ او ښکلي ښکارېدل:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
او... او... همداسې ټولې سندرې او د سندرو شعرونه يې... سندرغاړي به بيا دغو شعرونو ته يوه خاصه ښکلا ورکوله. د هغه غږ به دغو شعرونو ته يو بېل خوند، کيف او سوز وربښلو.
***
ډېر کلونه کېدل چې هغه سندرې نه ويلې. خلکو به ويل چې هغه اوس لېونى دى. هغه اوس سندرې نه شوې ويلاى. اوس يې غږ نه شو جګولاى. اوس يې غږونه خپه شوي وو. اوس يې اواز کمزورى شوى و. هغه اوس لېونى و. خلکو به همداسې ويل او لا نورې نورې خبرې به يې هم کولې. ويل به يې چې هغه ته چا څه شى ورکړي دي او هغه ځکه لېونى شوى دى. نورې خبرې به يې هم کولى. ويل به يې چې هغه يو وخت ډېر ښه ژوند لاره. ډېره ښکلې ځواني يې لرله. هغه په يوه عجيبه دبدبه کې ګرځېده. د هغه غږ، هغه ته دغه دبدبه ورکړې وه او د هغه دنګې او ښکلې ځوانۍ. خلکو به ويل چې همدغه غږ، شهرت او ځوانۍ هغه لېونى کړ. سندرغاړى ډېر ساده ځوان و. خپلو دوستانو بدګوماني پرې وکړه. اوازې يې ورپسې جوړې کړې. خبرې يې ورپورې ونښلولې چې د خپل يوه اشنا له لور سره جوړ دى، خو سندرغاړى داسې سړى نه و. د هغه د غږ غليمانو او د هغه د ځوانۍ او شهرت دښمنانو داسې اوازې او خبرې ورپسې جوړې کړې وې. سندرغاړى د دې خبرې له فکر نه هم رنځېده. هغه اصلاً په دغو خبرو فکر هم نه کاوه، او هغه ته بيا په چلم کې څه شى ورکړل شوي وو... خلکو به همداسې ويل. ويل به يې چې پر هغه هر څه په دوستۍ کې وشول. د هغه له دوستۍ او اشنايۍ نه بدې راغلل. که هغه لېونى شوى نه واى، نو خداى خبر چې د غږ هنګامې به يې څومره نورې ښکلې شوى او لوړې شوې واى... خو هغه اوس لېونى و، خلکو به ويل چې په ګېډه هم نه دى موړ. هغه د ګېډې په مړولو پسې ګرځي. هغه اوس د اغوستن چندانې کالي هم نه لري. شلېدلي کالي يې په غاړه کې وي او خلک هغه ته لېونى وايي. د هغه د غږ مينه والو به د سندرغاړي په باب نورې کيسې هم کولى او خداى خبر څنګه دغو کيسو خپل سندرغاړى پر ما نور هم ګران کړى و. اوس خو چې به ما بيا د راډيو په څپو کې دغه غږ واورېد چې:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
نو د هغه په غږ کې به له پخوا نه هم زيات سوز راته ښکاره شو. خپل د خوښې سندرغاړى به نور هم راته ګران شو او همداسې خو به ماته د هغه په غږ کې د هغه کيسو څه عجيبه شان هنګامې جوړې کړې. د هغه کيسې به د هغه په سندرو کې ماته لا ځلېدونکې ښکاره شوې. ورو، ورو د هغه په غږ کې ماته څه عجيبه غم او ماتم نغښتى ښکاره شو. اوس چې به مې د هغه سندريز غږ واورېد، نو لکه چې زه غږ نه اورم، د هغه د ژوند د پېښو په منځ کې يم، لکه چې هغه وږې ګېده مخامخ راته ناست وي، لکه چې په ما پورې خاندي، لکه چې په ټولو پورې خاندي او پر ما به د ماتم ستونزه نوره هم زياته شوه. زه به نور هم په فکر کې لاړم. ماته به ښکاره شول چې هغه کله په ما پورې خاندي او کله په ځان پورې او کله په خپلو اشنايانو پورې، خو د هغه په خندا کې به هم ما ته ژور ماتم ښکارېده. د هغه کټ کټ خندا به ما ته سخته ژړا ښکاره شوه. زما به بیا څه اواز تر غوږو شو:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
او ماته به ډېر قدمونه او قسمونه درواغجن ښکاره شول. ما ته به په دغه ډول هر قدم او هر قسم کې يوه غوټه نغښتې ښکاره شوه. ماته به ښکاره شول چې سندرغاړى په داسې قدمونه او قسمونو پورې خاندي او خداى خبر ولې يو ناڅاپه ماته هم په داسې قدمونو او قسمونو پورې خندا راغله. ومې خندل. ډېر زر بېرته ځان ته متوجه شوم. خندا مې نه وه کړې. يوازې د خندا تصور مې کړى و. هغه هم نه وو خندلي. قدمونو او قسمونو نور هم ځورولى و او د هغه اواز دا ځل له سخت ماتم او خپګان سره ملګرى شو:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
لکه چې دې همېشني ماتم د هغه سندرو ته سوز ورکړى وي، لکه چې همدغه غم را وروسته د هغه ستونى خپه کړى وي او لکه چې همدغه غم د هغه اواز د هغه له ستوني څخه راوتلو ته نه پرېږدي.
زه چې وړوکى وم، نو د هغه د ځوانۍ يو غږ و. د هغه د اواز يو غږ و او د هغه د سندرو يو غږ و. ما به له خلکو اورېدل چې د هغه سندرو به د ښادۍ په محفلونو کې عجيبه انګازې جوړولې او هغه هر واده ته هم نه ته. خال، خال واده ته به تلو، ځکه چې هغه به په يو ځان کومې ښادۍ ته ځان رسولى واى. هغه وخت ښادۍ او ودونه هم ډېر وو. د هغه ډله به هر چا ته او هرې ښادۍ ته نه رسېدله، خو اوس هغه لېونى و. خلکو به ويل چې هغه لېونى دى، ځکه سندرې نه وايي، ځکه راډيو ته نه راځي او ځکه يې له راډيو نه نوې سندرې او نوي غږونه نه راپورته کېږي. خلکو به ويل چې هغه اوس ډېر غريب دى. هغه اوس له خپل ستوني غږ نه شي راپورته کولى او بې غږي خو نو د هغه غربت و. هغه په غږ ژوند کاوه. د هغه غږ د هغه ژوند و. سندرغاړي ته غږ هر څه ورکول، خو اوس چې د هغه غږ خپه شوى و، اوس د هغه اواز ټپ شوى و او اوس چې يې له ستوني هغه له سوز او ساز نه ډک غږ نه راوتلو، نو هغه غريب و. وږى و او لېونى و.
اوس ما خپله هم په راډيو کې کار کاوه. هغه پروګرامونه چې بايد ما جوړ کړي واى، نو ما به هڅه کوله چې د خپلې خوښې د سندرغاړي سندرې په کې ډېرې خپرې کړم. تقريباً په هره خپرونه کې به مې د هغه سندره ځاى کوله. پر ما به دا غږ له پخوا نه هم زيات ښه لګېده:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
د سندرغاړي هره سندره چې به مې هر ځل اورېدله، نو ماته به نوې ښکارېدله. د هغه غږ به ما اوس ډېر اورېده، خو په هر ځل اورېدو کې به يو ځانګړى احساس راته پيدا کېده. ما ته به د هغه هرې سندرې د هغه يادونه بيا راتازه کړل. د هغه هرې سندرې به هماغه کيسې راته کولې. هغه چې د سندرغاړي په باب مې له خلکو اورېدلې وې. د هغه کيسې راته اوس د هغه د هرې سندرې يوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې وه. زه اوس خوشحاله په دې وم چې کولاى شم د خپل سندرغاړي غږ ډېر واورم. هر کله چې به مې زړه و. هر کله چې به هغه راياد شو او هر کله چې به د هغه غږ او د هغه يادونه پر زړه راوورېدل.
يو وخت خو مې له يو چا واورېدل چې هغه لېونى نه دى. هغه غريب دى، ځکه خلک لېونى ورته وايي. هغه وږى دى، ځکه لېونى دى. هغه څه داسې کالي بايد واغوندي چې لېونى ښکاره شي. هغه خپلو بچيانو ته خپله څه نه شي پيدا کولى. بچيان يې هم وږيې دي او هغه نه شي کولاى چې د بچيانو وږې ګېډې يې ورمړې کړي او هغه ځکه لېونى دى، ځکه خلک وايي چې هغه لېونى دى. وامې ورېدل چې هغه اوس هم خپل خپه شوي غږونه پورته کوي. اوس هم چې هغه چېرې خبر شي چې ګوندې واده دى، نو هلته ځان ورسوي. يا يې څوک له ځانه سره مخکې کړي. هغه د کوم بل سندرغاړي هارمونيه غاړې ته واچوي. خپل غږ پورته کړي:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
او څه نورې هغه دغه سندرې هم ووايي، څه ګډوډ غږونه جګ کړي، خو د هغه په غږ کې اوس هغه سوز او ساز نه شته. اوس يې په اواز کې هغه پخوانۍ مزه نه ده پاتې، ځکه خو څوک د هغه له سندرو سره چندان علاقه نه ښيي، څو روپۍ ورته د هارمونيې پر پردو ورواچوي. هغه هارمونيه له غاړې لرې کړي. پيسې جېب ته کړي او بازار ته روان شي. ټول پوهېږي چې هغه په پيسو څه کوي. سيده يوه دوکان ته لاړ شي. هغه دوکان د چرسو د پلورلو معلوم دوکان دى او بيا له سندرغاړي سره يوه روپۍ هم نه وي پاتې. سندرغاړى له يوې ورځې نه بلې ته کمزوری کېږي. هغه چې څه پيداکوي همداسې يې لګوي. نور نو نه د خپلې خېټې په غم کې دى او نه د خپلو بچيانو. د هغه د بچيانو ټول غم یې د ښځې پر غاړه دى. خلکو دا کيسې کولې او ما به هم له هر چا نه د هغه د ژوند په باب پوښتنې کولې. ماته د هغه د ژوند هره خبره په زړه پورې وه. د هغه په باب هره کيسه راته جالبه وه او د هغه نوم او يادونو به زما د عمر د يادونو عمده برخې جوړولې.
***
او زه زيات خوشحاله وم. زما د عمر يو آرمان پوره کېدونکى و. نن په ټوله راډيو کې اوازه وه چې (هغه) بيا راغلى دى. زه لومړى د دې خبرې په اورېدو حیران شوم. هغه خو لېونى دى... د هغه په غږ کې خو نور هغه پخوانى سوز او ساز نه شته... له خلکو مې اورېدلي وو. هغوى به ويل چې اوس د هغه له ستوني د هغه غږ نه شي راپورته کېدلى... خو بيا بېرته خوشحاله شوم. زيات خوشحاله شوم. ما فکر وکړ چې ځه خو نو اوس به بېرته ښه شوى وي. اوس خو به لېونى نه وي... اوس به يې اواز بېرته لکه د پخوا په څېر داسې وي...
چا وويل چې سبا سهار به هغه راډيو ته راځي او بيا به سندرې وايي او دا خبره لکه زما د ستړو آرمانونو ټکور داسې و. پر ما هغه ورځ او شپه ډېره اوږده تېره شوه، ځکه چې سبا ته زما د خوښې سندرغاړى بيا راتله او بيا يې سندرې ويلې. موږ ټول خوشحاله وو. ټولو چې د هغه له غږ سره مينه لرله او تر اوسه لا د هغه له غږ سره اوسېدل.
سبا زه له نورو ورځو نه يو څه دوخته دفتر ته لاړم. زه نن له نويو امېدونو سره هلته تللم. نن زما د خوښې هنرمند راتلو. هغه ما د لومړي ځل لپاره ليده او د هغه نوې سندرې مې د لومړي ځل لپاره اورېدلې. زه دفتر ته له رسېدو سره سم د سندرغاړي راتګ ته سترګې پر لاره وم. زما انتظار يو څه اوږد شو او چې ما څنګه واورېدل چې هغه راغلى دى، نو نېغ د (ټنګ ټکور) څانګې ته ورغلم. هلته ما خپل سندريز آرمان وليد. خپل د خوښې هنرمند ته ورنږدې شوم او هغه مې په غېږه کې ټينګ ونيو. پر مخ مې ښکل کړ او ښه ډېره شېبه مې همداسې په غېږ کې نيولى و. هغه زه نه پېژندلم، هغه لا ډېر پېژندلي او اشنا کسان هم اوس نه پېژندل. ډېر ارام ناست و. کمزورى ښکارېده. د سر وېښته يې پاک خريلي وو. په برېتونو کې يې له تورو نه سپين زيات وو، خو د هغه په څېره کې د هغه د ځوانۍ د شېبو څو پټې او تتې نښې لا پاتې وې. دغو نښو د مستې ځوانۍ او ښايست کيسې کولې او ما همدغه په يو ځل ليدلو د هغه په تندي کې دا کيسې ولوستلې. هغه يوازې يوه خبره کوله:
ـ سندرې به ووايم خو پيسې به کله راکوئ؟
او زه د هغه دې خبرو ته ډېر حیران شوم. ما مخکې هم همداسې اورېدلي وو. خلکو به ويل: هغه وږې دى او يوازې پيسې غواړي. هغه اوس يوازې د پيسو لپاره چا سندرو ته راوستى و او هغه به بيا وويل:
ـ څومره روپۍ به راکوئ؟
ټولو به غوږونه کاڼه کړل. هغه به بيا په ټينګار وويل:
ـ بې پيسو خو يې نه وايم...
او د هغه ټولې خبرې په همدې باب وې. هغه لا اوس هم وږې و. د هغه پر غاړه څه داسې کالي وو چې په ليدو يې زما زړه نور هم خپه شو. لږه شېبه وروسته موږ ټول د سندرو د ثبت سټډيو ته روان شولو. زما حالت څه بل ډول و. د خپلې خوښې سندرغاړى مې د لومړي ځل لپاره ليدلى و. په دې خبره ډېر خوشحاله برېښېدلم، خو هغه مې په داسې حال کې نه و خوښ او په دې خبره مې پر زړه د غم څپه خپره وه. بيا هم په دې خوشحاله وم چې هغه اوس راغلى و. اوس به هغه نوې سندرې ثبتولې او زما د خوښې سندرې به نورې هم زياتېدلې. هغه سټډيو ته ننووت. د ثبت په کوټه کې زياته ګڼه ګوڼه وه. هارمونيې ته کېناست. موږ ټول غوږ غوږ وو. هغه د هارمونيې ترڅنګ ډېر ښه ښکارېده. ما د ثبت د کوټې له لويې شيشې هغه ته کتل. هغه ډېر ښه راته ښکاره شو.
ماته يو ځل بيا د سندرغاړي د ژوند کيسې او تراژېدۍ رايادې شولې. ښه ډېره شېبه مې ذهن ورسره مشغول و. ماته د هغه په وړاندې د ټولو ناځوانيو او نامرديو کيسې بيا په ذهن کې راژوندۍ شوې او زه په همدغو سوچونو کې وم چې د هغه څو پرله پسې ټوخي مې واورېدل.
سندرغاړي به د سندرو له ثبت مخکې تل همداسې ټوخي کول او کله به يې لا د سندرو په جريان کې هم څو تت او ورک ټوخي واورېدل شول او زما د ذهن د تېرو يادونو سلسله نيمګړې پاتې شوه. موږ ټول چوپ شولو. سندرغاړي بايد سندره شروع کړې واى. د ثبت دستګاه د سندرو ثبت ته چمتو شوې وه. د ثبت همکار د سندرې د شروع اشاره ورکړه. ساز شروع شو، خو سندرغاړى ټوخي ونيو. زما پر تندي يو ناڅاپه مړې خولې راماتې شوې. زه بيا څه سوچونو لاهو کړم. ماته د سندرغاړي د ژوند هره کيسه بيا په منډه، منډه په ذهن کې راوګرځېدله. ماته د هغه د ماتم هره شېبه داسې ښکاره شوه، لکه چې هغه يې زبېښلى وي او لکه چې اوس يې هم د هغه پر ستوني منګولې ښخې کړې وي. د هغه هر يو ټوخې ماته يو طغيان او يو د ماتم اواز ښکاره شو. ما په بيړه د شا او خوا ناستو کسانو سترګو ته وکتل او د هر يوه په سترګو کې مې بېلا بېلې خبرې ولوستلې. بيا مې له ورايه سندرغاړي ته وکتل. لا هماغيسې بې پروا ښکارېده. د هارمونيې تر شا لکه تيږه داسې ناست و، خو ما په همدومره بيړه د هغه په څېره کې ډېرې پټې خبرې ولوستلې. زه لا په همدغو سوچونو کې وم چې د ثبت همکار بيا د سندرې د شروع اشاره ورکړه. ساز بيا پيل شو د سندرغاړي خپه غږ د هغه له ستوني راووت. هغه سندره شروع کړه، خو د هغه په غږ کې ماته هغه پخوانى سوز او ساز ښکاره نه شو. غږ يې سوزېدلو. خپه غږونه يې له ستوني په خوشحالۍ نه شول راوتلى. غږ يې کمزورې او نيمګړى ښکارېده. د موسيقۍ مسؤول د ثبت همکار ته وويل:
ـ فيته ودروه... پرېده چې لګيا وي...
د ثبت همکار د ثبت فيته ودروله. زما پر تندي بيا مړې خولې راماتې شوې. د ثبت له سټډيو څخه په بيړه راووتم. زه چې څنګه خپل دفتر ته ورننوتم، نو راډيو لګيا وه:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
او ما ورمنډه کړه، راډيو مې هم ګل کړه. زه بيا داسې قدمونو او قسمونو په غصه کړم. زما بيا له دغو قدمونو او قسمونو کرکه راغله. ماته قدمونه او قسمونه دروغ او مکر ښکاره شو. خداى خبر څنګه شول چې له داسې قدمونو او داسې قسمونو مې سخت بدې راغلل. بيا د هغه څېره زما تر سترګو شوه. ماته بيا د سندرغاړي يادونه زولنې شوي وو. بيا د هغه کيسې رايادې شوې. بيا د هغه د کمزوري غږ هنګامه راسره شوه. يو ناڅاپه مې بيا راډيو ته لاس کړ. لا هماغه سندره خپرېدله:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
او زه بيا قدمونو او قسمونو ته په سودا کې شوم.
***
ډېر وخت کېده چې زه چېرته د ټنګ ټکور په محفل کې نه وم ناست. يوه ورځ څو تنه ملګري سره کېناستلو. ټولو د همداسې يوې شپې امېد کاوه چې سره يو ځاى شو، ساز واورو او يوه شپه هر څوک خپل غمونه سره هېر کړي. همداسې وشول. زما د خوښې سندرغاړی د هغوى هم د خوښې سندرغاړى و. د ټولو خوښه داسې وه چې همدغه سندرغاړى راوغواړو. سندرې يې واورو او له غږ نه يې خوند واخلو. هغه شپه راغله. موږ ټول سندر غاړي ته سترګې پر لاره وو. سندرغاړى راغى. ټول ورته له خپلو ځايونو جګ شولو. هغه له موږ نه جلا په يوه کونج کې کېناست. زموږ د ټولو تلوسه وه چې هغه سندرې راته ووايي. ښه شېبه وروسته هغه خپله هارمونيه مخې ته کړه. يوه شېبه يې د هارمونيې پر پردو ګوتې ووهلې او بيا يې يوه نغمه شروع کړه. موږ ټول هغه ته غوږ غوږ وو. هغه څو پرله پسې ټوخي وکړل. غاړه يې تازه کړه او بيا يې يوه سندره شروع کړه. سندره يې نيمايي ته رسولې وه چې يو ځل يې خپله هارمونيه ودروله او له موږ ټولو نه يې وپوښتل:
ـ ډوډۍ کله خورئ؟
موږ يو او بل ته سره حیران حیران وکتل او بيا د څو تنو له خولې په ګډه راووتل:
ـ وروسته... وروسته!
هغه په تعجب وپوښتل:
ـ وروسته؟!
او بيا هم موږ ټولو په لوړ غږ وويل:
ـ هو! وروسته، وروسته... چې اشتها خو پيدا شي!
او هغه خپلې سترګې د هارمونيې پر پردو ښکته کړې او په ټيټ غږ يې وويل:
ـ زه خو چې وږى يم، سندرې نه شم ويلى...
او دې خبرې موږ سخت وځورولو. يو نظر مو يو بل ته سره وکتل، هغه لا اوس هم وږى و. د کور خاوند په بيړه، بيړه ډوډۍ تياره کړه. ډوډۍ وخوړله شوه. له ډوډۍ وروسته هغه بيا هارمونيې ته ځان نزدې کړ. بيا يې څو پرله پسې ټوخي وکړل او چې غاړه يې ښه تازه کړه، نو بيا يې سندرې شروع کړې. هغه سندرې ويلې، خو عجيبه کار و، په سندرو کې هغه کيف نه و. غږ يې بل ډول و. سندرې يې ټولې بې سره وې. هغه به د يوې سندرې پيل او پاى سره ګډ کړل او بيا به يې بله سندره پرې راسپره کړه. هغه سندرې ويلې او زموږ ناست ملګري يو په بل پسې ويده کېدل. هر يو چې به ويده شو، زما غضب به يې څو چنده نور هم زيات کړ. زموږ د ټولو د خوښې سندرغاړي سندرې راته وايي او دوى ويده کېږي. ما چې خپل شا او خوا ته وکتل، نو ټول ويده وو. يوازې زه ويښ پاتې وم، سندرغاړي لا هماغسې سندرې ويلې. يوازې زه ويښ ناست وم. زه بيا په څه فکر کې لاهو شوم. سندرغاړي ته مې غوږ نيولى و، خو د هغه سندرو اوس زما پر زړه هم منګولى نه لګولى. خپلو ملګرو ته مې نوره هم غصه زياتېدله. د هغه خپه شوي غږونه لا نور هم کمزوري شوي وو. زما پښې هم وغځېدلې. لږه شېبه وروسته مې سترګې پټې شوې وې. سندرغاړي لا هماغسې سندرې ويلې او ما يو وار څه عجيبه شان غږ واورېد. ومې ليدل چې سندرغاړى روغ جوړ دى. غږ يې هماغسې له سوز او سازه ډک دى او همدغه سندره موږ ته په خوند خوند سره وايي:
تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې
لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې
او زه يو ناڅاپه له خپله ځايه راپورته شوم. سخت خوشحاله شوم. ما چې په بيړه، بيړه شا او خوا ته وکتل. هېڅ خبره نه وه شوې. له داسې قدمونو او قسمونو مې بيا هم بدې راغلل. زما ځان ته هم غصه راغله او ما چې سندرغاړي ته وکتل، نو هغه هم خپل سر د هارمونيې پر پردو ايښى و.
((١٦/١١/١٣٦٣هـ. ش. ))
پاڼې داسې کوي ژوند!
يوازې هغه يې په ټول کلي کې پيدا کړى و. نور نو کوم بل نارينه په کلي کې نه و پاتې. د سيمې واکمن داسې امر کړى و چې که هر څوک مو په کلي کې پيداکړل، زما دربار ته يې راولئ. همدلته يې راولئ. زه ورسره پوهېږم، او لښکر همداسې وکړل. ټول کلى يې چاڼ کړ. يوازې همدغه بوډا په کلي کې پاتې و. دى يې له ښځو او کوچنيانو سره پريښی و. لښکر هغه بوډا لکه د کلي برمته له ځانه سره راووست. دغه کلى د سرهند په يوه برخه کې و. ټولو به د پټانانو کلى ورته وايه. هغوى د واکمن د ناروا په وړاندې راپاڅېدلي وو.
له همدې کبله يې خپل کورونه پريښې وو او غرونو ته ختلي وو. هماغلته د واکمن له لښکرو سره جنګېدل، خو هغىو هوډ کړى و چې موږ په ژوندينې نه تسلمېږو. دا د هغوى هوډ و. د هغوى ايمان و.
بوډا يې د دربار د زندان يوه ګوټ ته ورواچاوه. سبا ته د واکمن په امر نوې لښکرې تيارې شوې. د هند لوى واکمن هم د دې سيمې د حاکم او واکمن مرستې ته پوځونه راولېږل. يو ډېر لوى پوځ جوړ شو او يو ډېر خونړى افسر يې د دې پوځ سر لښکر وټاکه. دوى د يوه کلي جنګ ته روان وو، خو داسې ښکارېدل لکه چې د يو ډېر زورور دښمن مقابلې او جګړې ته روان وي. پوځ ورورسېد. د کلي خلک لکه تش لاس داسې وو. يوازې خپله کليواله وسله يې لرله. کله يې د داسې پوځ مقابله کولاى شوه. مقابله خو يې وکړه، خو په خپلو سرونو، په خپلو وينو. دوه ورځې د هغه ځاى په شا او خوا کې جګړه روانه وه. د کلي ټول مېړني په باتورۍ جنګېدل او د ژوند تر پاى جنګېدل. ټول مېړني ووژل شول. ټولو خپلې وينې له خپله هوډه ځار کړې او بيا په لږه شېبه کې د ټولو زړورو جنګيالو له تنو څخه د هغوى سرونه پرى کړى شول. له سرونو څخه توبرۍ ډکې شوې او توبرۍ په اسونو پورې وتړلى شوې. واکمن داسې امر کړى و چې د ټولو پرېکړي سرونه به ماته رواړئ. همداسې وشول. ټول پرېکړي سرونه، ټولې په وينو سرې ککرۍ دربار ته ورسېدې.
همدغه شپه د واکمن په دربار کې لوى جشن جوړ شو. د دربار ټول نزدې کسان راوغوښتل شول. دوى ټول خوشحاله وو. لوى برى يې تر لاسه کړى و. د دې لښکر غټ غټ افسران هم دى مېلمستيا ته دربار ته راغوښتل شوي وو. د واکمن سر چې يو څه ګرم شو، نو امر يې وکړ چې هغه سپين ږيرى دربار ته حاضر کړئ. هماغه بوډا چې د هغه کلي برمته و. څو شېبې وروسته يې بوډا راوست. بوډاحیران و. نه پوهېده چې څه پېښه شوې ده. په زړه کې يې ورتېر شول چې مرګ ته به مې بيايي. بيا به يې فکر وکړ چې ښايي کوم بل لوى زندان ته به مې بوځي، خو هغه يې دربار ته راوست. واکمن ته او مېلمستيا ته. د هغه تعجب لا پسې زيات شو. فکر يې وکړ چې زه او داسې لويه مېلمستيا. اخر دا به څه خبره وي، خو په لږه شېبه کې په اصلي خبره پوه شو. دى چې څنګه دربار ته ورننوت، نو واکمن خپلو درباريانو ته ورغږ کړ:
ـ هغه له سرونو ډکې توبرۍ ټولې راوړئ... له سپين ږيري به د هغوى په باب وپوښتو... رايې وړئ! ټولې ککرۍ راوړئ...
او وروستۍ جمله يې له خندا سره يو ځاى شوه. بوډا ټکان وخوړ. پوه شو چې کومه لويه خبره شوې ده او بيا په منډه منډه ډکې ډکې توبرۍ دربار ته راوړلى شوې. ټولې په وينو سرې وې. له ټولو څخه وينې څڅېدلې. توبرۍ د دربار په يوه کونج کې خالي شوې. له پرېکړو سرونو يو درمند جوړ شو. د ککريو درمند. بوډا چې هغې خوا ته وکتل، پوه شو چې خبره څه ده! سترګې يې راډکې شوې او له سترګو يې اوښکو لارې وکړې او د هغه د ږيرې له سپينو تارونو راروانې شولې.
د هغه سترګې د پرې شويو سرونو په درمند کې ورښخې وې. يو ناڅاپه پرې غونى زيږ شو. مخ يې بلې خوا ته واړاوه. واکمن او ټولو درباريانو ته يې په کرکه وکتل. څه يې په زړه کې وروګرځېدل. شا او خوا ته يې وکتل. دوه جلادان يې دوو څنګونو ته ولاړ وو. بيا يې د پرېکړو ککريو خوا ته پام شو او هغه لا همغې خوا ته کتل چې د واکمن غږ راجګ شو:
ـ يو يو سر ورته راوړئ چې دى يې راوپېژني...
او بيا يې خپل غږ نور هم لوړ کړ او بوډا ته يې وويل:
ـ سپين ږيريه! دغه ټولې ککرۍ به راپېژنې. ټولې چې څوک دي. د کومې کورنۍ دي. څه يې کړي او څنګه سړي وو؟
بوډا بيا واکمن ته وکتل او په ليدو کې يې خپله کرکه ورڅرګنده کړه، خو هغه مجبور و. مجبور و چې د دغې هرې ککرۍ په باب يې واکمن ته او درباريانو ته معلومات ورکړي واى.
لومړنۍ ککرۍ د پرې شويو سرونو له درمند څخه د هغه مخې ته کېښودله شوه. بوډا د هغه د نوم، د هغه پلار او د هغه د کورنۍ په باب او دا چې څنګه ځوان و، واکمن او درباريانو ته ښه ډېر معلومات ورکړل. بيا بله ککرۍ راغله. بيا بله او ورپسې نورې. بوډا د هرې ککرۍ په باب ښې ډېرې خبرې کولې. هغه په همدغه کلي کې رالوى شوى و. ځواني يې په کې تېره کړې وه او په همدغه کلي کې بوډا شوى و. هغه خپل ټول ژوند د خپل کلي له خلکو سره تېر کړى و، ځکه خو يې ټول پېژندل او ښه سم يې پېژندل. د هرې ککرۍ په باب چې هغه خبرې کولې، نو واکمن او درباريانو به په خپلو کې کله يو او بل ته سره وکتل. کله به حیران شول. کله به يې ملنډې وکړې او کله به يې نرۍ خندا وکړه او کله به يې تندى ګونځى شو او څېره به يې لا پسې تروه شوه، خو بوډا خپلې ټولې خبرې کولې. هر څه چې يې د جنګيالو سرونو په باب ذهن ته راتلل.
نيمايي سرونه به لا نه وو خلاص شوي چې يوه بله ککرۍ يې د هغه مخې ته کېښودله. بوډا خپلې سترګې په دغې ککرۍ کې ورښخې کړې. هرې خوا ته يې وروکتل. بيا يې يوې او بلې خوا ته سترګې واړولې او په لړزېدلي شان غږ يې وويل:
ـ دا... دغه ځوان مې ونه پېژاند...
واکمن ورغږ کړ:
ـ فکر وکړه. خامخا به يې وپېژنې. څنګه يې نه پېژنې؟ څنګه؟!
بوډا بيا خپلې سترګې په ککرۍ کې ورښخې کړې. ککرۍ په وينو سره وه. زر يې بېرته مخ ترې راواړوه:
ـ ومې نه پېژاند... هېڅ مې فکر پى ونه رسېد. خداى ښه پوهېږي...
د واکمن غږ دا ځل له زيات قهر سره يو ځاى شو:
ـ څنګه يې نه پېژنې! د کوم بل کلي خو نه دى. همدغه ستاسو د کلي دى. ښه فکر وکړه. خامخا د هغه په باب هم يو څه ووايه. حتماً يې ووايه!
بوډا بيا پرېکړي سر ته وکتل:
ـ ومې ويل چې نه يې پېژنم، نو څنګه وکړم. ومې نه پېژاند!
واکمن بيا خپل غږ لوړ کړ:
ـ اوس نورې ککرۍ ورته راوړئ، دا يوې خوا ته کېدئ: له نورو يې جلا کېدئ. خامخا به يې وپېژني، څنګه يې نه پېژني!
يوه تن دغه ککرۍ د ده له مخې لرې کړه. يوې خوا ته يې کېښوده او بيا يې نو بله ککرۍ د هغه مخې ته راوړه. ده به چې د هرې ککرۍ په باب خبرې کولې، نو کله کله به يې د خبرو په منځ کې د دغه پوځ سر لښکر او يا کوم بل افسر هم يوه نيمه خبره وکړه چې هغه مو څنګه ونيو؟ څنګه مو وواژه او څنګه جنګ يې کاوه؟ په دغو خبرو کې به هم ټولو درباريانو يو بل ته سره وکتل او د بري د خندا څپې به يې لا پسې اوږدې شوې. په يوه نيمه خبره به يې بيا هم تندى تريو شو. بوډا به د هغوى په خبرو او د خندا په څپو له زړه وينې څڅولې، خو هېڅ يې له لاسه نه کېدل.
د پرې شويو سرونو ټول درمند خلاص شو. بوډا ښه ستړى شوى و، له سترګو يې ټولې اوښکې راتويې کړې وې. غږ يې نور هم کمزورى شوى او له لړزا سره يو ځاى شوى و. په سختۍ سره يې خبرې کولې، ټولې ککرۍ يې واکمن ته او درباريانو ته وروپېژندلې، خو يوازې يو ځوان پاتې شو. يوازې يوه ککرۍ ناپېژندلې پاتې شوه. د سپين ږيري په زړه کې تېر شول چې په دغو ککرو کې مې د خپل کلي د څو تنو نامي زلمو ککرۍ ونه ليدلې. د زلمي وراره بهلول ککرۍ هم په کې نه وه. هغوى لا ژوندي دي. هغه لا ژوندی دی. هغوى به د دوى ټولو بدل اخلي.
او د هغه د زړه خبرې خداى خبر څنګه د هغه په شونډو جاري شوې. دا خبرې يې همداسې ورو ورو په شونډو کې زمزمه کولې:
ـ بهلول او هغه پاتې زلمي به خامخا د دوى بدل اخلي. ضرور به يې اخلي ضرور... ضرور... ضرور...
او بيا يې نو يوازې د (ضرور) کلمه په زوره تکرار کړه:
ـ ضرور... ضرور... ضرور...
درباريانو ټولو يو بل ته حیران حیران سره وکتل. ځينو د تعجب په ډول شونډې بوڅې کړې. يوازې يوه ککرۍ ناپېژندلې پاتې شوې وه. بوډا لا په همدغو تصوراتو کې و چې د واکمن غږ بيا جګ شو:
ـ هغه ناپېژندلې ککرۍ بيا راوړاندې کئ.
يو تن بيا هماغه ککرۍ د بوډا مخې ته کېښودله. هغه چې بوډا نه وه پېژندلې. بوډا بيا خپلې سترګې په ککرۍ کې ورښخې کړې. بيا يې ښه په ځير ځير ورته وکتل او له يوه اوږده اسوېلي وروسته يې په لړزېدلي غږ وويل:
ـ ومې نه پېژانده... خداى ښه پوهېږي... !
د واکمن قهر دا ځلې ښه زيات شو:
ـ بوډا ډېر بې حيا راته ښکاره شوې. يا به دې سر پرې کېږي او يا به دغه ځوان راپېژني. د دغې ککرۍ ځوان... پوه شوې سپين ږيريه!؟
د واکمن د قهر جن غږ له ويرې ټول درباريان لړزېدل. بوډا بيا ککرۍ ته ځير شو او بيا يې هم په لړزېدلي خو متين غږ ځواب ورکړ:
ـ ما وويل نه يې پېژنم. نور نو خوښه له تا سره ده. ما ونه پېژانده.
د واکمن تندى ښه تريو شو. رنګ يې نور هم پسې سور شو، لکه د ټولو ککريو وينه چې يې پېړ مخ ته ورغونډه شوې وي. اواز يې له زيات قهره ډک شو:
ـ سپين ږيريه! خامخا به يې درباندې وپېژنم... !
او له همدې خبرې سره سم له ځايه راپورته شو. په ټول سالون کې چوپتيا خپره شوې وه. ټول درباريان لړزېدل. واکمن څو قدمه رامخکې شو. د بوډا سترګې د پرې شويو سرونو د ډېرۍ خواته وې. هغې خواته يې په حيرت حيرت کتل. واکمن لا بل قدم نه و پورته کړى چې د همدغه پوځ مشر او سرلښکر راوړاندې شو:
ـ زه... زه به د دغه ځوان په باب يو څه ووايم... زه...
او پاچا ورغږ کړ:
ـ ووايه! څه وايې؟
سرلښکر يو دوه قدمه نور هم وروړاندې شو. بوډا سرلښکر ته بيا له کرکې ډک نظر وکړ او بيا يې واکمن ته بد، بد وکتل. سر لښکر خپله خبره شروع کړه:
ـ دغه ځوان په ټولو جنګياليو کې سخت سرى و. موږ يوه هم دومره نه يو په تکليف کړي، لکه دغه ځوان... دى په ډېره زړورتيا جنګېده. ما آرمان وکړ چې کاشکې دى زما په لښکرو کې واى. ده زموږ ډېر پوځ تباه کړ. دى مو په ډېره سختۍ وواژه. دى هېڅ لاس ته نه راته. عجيبه جنګ يې کاوه، عجيبه ځوان و... عجيبه...
د سرلښکر خبرې لا نه وې خلاصې شوې چې بوډا خپل لړزېدلى غږ راپورته کړ:
ـ اوس مې وپېژانده... ومې پېژاند...
او په دربار کې ټول کسان حیران پاتې شول. ټول چوپ شول. هيچا غږ غوږ نه کاوه. واکمن هم د سپين ږيري خواته په تعجب وکتل. بوډا وويل:
ـ ومې پېژانده... دا شاهين دى... شاهين...
بيا لږه شېبه غلى شو. هم يې په شونډو کې نرۍ موسکا خپره شوه او هم يې بيا سترګې راډکې شوې، لکه چې هغه پاتې اوښکې هم راڅڅول غواړي. بيا يې لړزېدلى غږ واورېدل شو:
ـ ما ويل چې شاهين په جنګ کې بې غيرتي نه وي کړي. کله چې هغه تاسو وژلو، کومه بې ايماني ترې نه وي شوي. سستي يې نه وي کړي. تښتېدلى نه وي... خو اوس. اوس چې پوه شوم شاهين په مېړانه او غيرت مړ شوى، نو دا دى ومې پېژاند... ومې پېژاند... شاهين دى... شاهين!
او هغه چيغه کړه:
ـ شاهينه... زما زويه!
هغه ولړزېد او پر ککرۍ ور پرېووت.
نوټ:
دا د پښتنو د ژوند يوه تاريخي پېښه ده. د افغانانو د تاريخ په پاڼو کې دغه پېښه راغلې ده. محترم استاد پوهاند عبدالشکور رشاد هم په يوه قصيده کې دغه حادثه ځاى کړې ده. همدارنګه د محمد يوسف ويران په نوم يوه شاعر هم د دغه پېښې ځينې اړخونه په يوه شعر کې ځای کړي دي او په اوسني ليکوال کې استاد بېنوا دغه شعر خپور شوی دی.
ياد شوى واکمن جسرت نومېده. جسرت د پنجاب په شمال کې د (ګهګرو) نامتو مشر و. په (٨٤٢هـ. ق. ) کال کې يې د ډيلي د پاچا (سلطان محمد شاه) په حکم د سرهند پر پښتنو بريد وکړ.
غرونه او غږونه
فکر يې وکړ چې هوا تياره ده. شا او خوا ته يې وکتل. اسمان ته ښه شېبه ځير شو. رښتيا هم تياره وه. په رېږدېدلو لاسونو يې شمعې بلې کړې. دوه درې شمعې وې. تته رڼا يې کوله. همداسې تته ليده شوه. لکه خپله د هغه په څېر.
نن يې مستې نه وې خرڅې شوې. خداى زده ولې به يې نن هر چا ته په مينه، مينه کتل. لکه چې حتٰى د مستو د اخيستلو لپاره هم په سترګو سترګو کې لارويوو ته زارۍ کوي. که يې دوه کاشينه (کټوې) مستې نه واى خرڅې شواى، خپله وږې پاتې کېده. واړه بچيان يې وږي پاتې کېدل او هغه خو د خپلو بچيانو لوږه هېڅکله نه شوه زغملى. هغه هر څه زغملىی شول. خپله وږی ګېډه يې هم زغملى شوه، خو د هغه بچيانو چې به د لوږې فرياد کاوه، نو لکه چې هغه په چاقوانو وهي، ځکه خو به هغه په کمزوري ځان خپل ځان هر ډول کړاو ته چمتو کاوه.
ښه ډېر کلونه وړاندې چې هغه له کاره لرې شو، نو هغه هېڅ هم نه لرل. خټې يې کولې. سپين ږيرى و. چا به کار ته هم نه بيولو، ځکه چې د کار لپاره خو ښه تکړه کسان خوښېدل. هغه چې به د مزدورکارانو په کتار کې ودرېد، نو ځان به يې داسې استوار ونيو چې ګوندې د هر ډول سخت کار جوګه دى. کنه خو هغه زياتي بوډا و او که ټول مزدور کاران به نه وو خلاص شوي، نو چا به هغه ته څه نه ويل او کله خو به که کوم بل مزدور پيدا نه شو، نو هغه به يې له مجبورۍ له ځان سره روان کړ.
بيا هغه خټې هم پرېښودلې. نور يې په هېڅ ډول هغه کار نه شو کولى. چا هغه کار ته نه بيولو. بيا يې په کوم بل ځاى کې کار ځانته پيدا کړ، خو مزدوري يې ډېره لږه وه. هغه يې هم پرېښودله او بيا يې نو همدغه د مستو پلورلو ته شروع وکړه. يو څه مستې چې به يې برابرې کړې، نو بازار ته به راوووت. د يوې لارې پر سر به کېناست او مستې به يې خرڅولې، خو نن يې خداى زده څنګه هيچا هم مستې وانه خيستلې. هغه حیران و. يوې او بلې خوا ته يې کتل. د هر يوه لاروي سترګو ته به ځير و او لکه چې غواړي يو څه ورته ووايي. بيا يې خپلو مستو ته فکر شو. هېڅ نه وې خرڅې شوې. نور کله خو په يو څه مستې چا خامخا اخيستلې، خو نن بيا داسې نه وه، خپلو مستو ته بيا ځير شو او په زړه کې يې وروګرځېدل چې:
ـ نن څه ښې مستې دي، خو چې ولې يې څوک نه اخلي...
او د هغه سترګې په تتو شمعو کې ورښخې شوې. هغه ته داسې ښکاره شول، لکه چې د شمعو رڼا نن بېخي تته وي. هغه خپلې دواړه سترګې په خپلو دواړو لاسونو ومښلې. يو څو ځلې يې ورپولې او بيا يې شمعو ته وکتل. بياهم تتې ښکاره شوې. له لومړي ځل نه هم تتې ورته ښکاره شوې. خپلې سترګې يې د شمعو شغلو ته ښې ورنزدې کړې. د هغه سترګې يې ونه برېښولې. يو ځل بيا د شمعو په رڼا هم بدګومانه شو او په خپلو سترګو هم. اسمان ته يې وکتل. تياره نوره هم زياته شوې وه. د خلکو ګڼه - ګوڼه ورو، ورو کمېده. نور په لارويان هم ډېر لږ د ده له مخې تېرېدل، خو هغه حیران و. لا هيچا هم مستې نه وې اخيستې. يو ناڅاپه په زړه کې څه اندېښنه ورسره پيدا شوه. بچيان به يې تر اوسه ورته سترګې په لاره وي، خو هغه به نن څنګه ورشي... څه به ورته وايي... دى لا په همدغو سوچونو کې و او هلته د نزدې دوکانونو او کافيوو د راډيوګانو غږ له يوې شېبې نه بلې ته زياتېده. ډېرې ګرمې سندرې روانې وې، خو هغه لکه چې دا سندرې هېڅ اوري نه!
همدغو تتو شمعو ته ځير و. کله به يې خپلو مستو ته وکتل. زر به يې بېرته ته مخ ترې راوګرځاوه، بيا به يې شمعو ته وکتل. يوه شېبه به يې شا او خوا وڅارله. لارويان به يې هم تر هغې څارل چې د ده له مخې به ښه ډېر ګامونه تېر شول. لارويان نور هم مخ په کمېدو وو، ځکه چې رڼا مخ په کمېدو وه. يو ځل بيا يې د بلو شمعو رڼا ته سترګې ځير کړې. نورې هم تتې ورته ښکاره شوې. د شمعو تتې ځلا ته ښه ځير شو. څه ډېرې خبرې وريادې شوې. د تېر وخت يادونه يې د شمعو په تته ځلا کې تت، تت وځلېدل. يوه ورځ يې په ذهن کې ورژوندۍ شوه.
هغه نوى د خټو مزدور شوى و. د مزدورکارانو په ډله کې ولاړ و. يو څوک راغى. ډېر زيات مزدوران يې په کار وو. کوم لوى تعمير يې جوړاوه. دا ټول شل تنه مزدوران يې بايد له ځانه سره بيولى واى. همداسې يې وکړل، خو ده ته چې يې وکتل ويې پېژاند، حیران شو. هېڅ يې هم ونه ويل. ځان يې ناګاره واچاوه. جېب ته يې لاس کړ. پنځوس روپۍ يې ترې راوښکلې. د هغه د يوې ورځې له مزدورۍ نه هم زياتې وې. دا يې ورکړې او همدومره يې ورته وويل:
ـ دا درسره واخله او کور ته لاړ شه... ته سپين ږيرى يې...
او هغه څه نور هم ويل، خو سپين ږيري پنځوس روپۍ بېرته ورته ورکړې او په تګ تګ کې يې له ځانه سره وويل:
ـ نه، نه! که ما داسې اخيستلى او ګټلى نو نن به...
او خداى خبر چې هغه نور هم څه، څه له ځانه سره وويل، خو له دى ځايه لرې شو او نوره خبره يې چا وانه ورېدله. د خټو نور مزدوران حیران شول. هغوى په دې راز نه وو خبر. هغه يې نه پېژانده. لېونى ورته ښکاره شو او هر هر چا يو او بل ته څه خبره سره وکړه. د ټولو کسانو په شونډو لنډۍ خندا راښکاره شوه او بيا ټول د کار لپاره له هغه راغلي نفر سره روان شول.
سپين ږيری په هغه ورځ هيچا هم خټو ته بو نه تلو. ټوله ورځ بېکاره و او بيا همداسې تش لاس کور ته لاړ. هغه شپه يې له نانواى نه په پور دوه وچې ډوډۍ واخيستلې. خپلو بچيانو ته يې ورکړې. هغوى هم پرې ماړه نه شول. خپله ده او مېرمنې يې هغه شپه په لوږه تېره کړې وه...
او هغه خپلې سترګې نورې هم د تتو شمعو رڼا ته ورنږدې کړې. څه نورې خاطرې هم وريادې شوې. د هغه د ذهن په ګوټ - ګوټ کې همداسې ډېرې ترخې خاطرې پرتې وې. دى په همدغو سوچونو کې و او هلته د ښار د لوى چوک د راډيو او د کافيانو د راډيوګانو غږ يو له بل نه جګېده. کله به خبرې شوې او کله سندرې، خو بوډا يوازې شمعو ته کتل. په لاره تېرېدونکو کسانو ته يې کتل او خپلو د مستو کټوو ته يې کتل. بيا يې په زړه کې ورتېر شول:
ـ که نن بيا مستې خرڅې نه شي... !
او هغه په دې باب فکر هم بس کړ، لکه چې حتٰى د دې ټکي په باب فکر هم هغه ځوراوه. يوازې په زړه کې يې ورتېر شول:
ـ نور خو به نانواى هم په پور ډوډۍ را نه کړي...
او هغه څه نور سوچ هم کاوه، خو په څنګ کې د کافي د راډيو لوړ غږ، هغه يو ناڅاپه ځان ته متوجه کړ. د راډيو انانسر وويل:
ـ نن مو ټوله خپرونه د خپل يوه نامتو ليکوال، شاعر او فولکلوريست په باب ځانګړې کړې ده... د هغه سترګې د تتو شمعو له رڼا نه بلې خوا ته متوجه شوې. خپل غوږونه يې د څه اورېدو ته ښه چمتو کړل، خو هغه چې د تتو شمعو رڼا ته يو ځل بيا وروکتل، نو رڼا يې نوره هم پسې کمزورې شوې وه. هلته د راډيو غږ بيا لوړ شو:
ـ زموږ د وطن دغه نامتو فولکلوريست او ليکوال استاد محمد ګل نوري دى چې هيچا به هم زموږ د فولکلور په باب دومره ليکنې او څېړنې نه وي کړي...
د هغه سترګې بيا خپلو مستو ته واوښتې. لا هېڅ نه وې خرڅې شوې. د شمعو رڼا د هغه په نظر نوره هم تته شوې وه. هغه فکر وکړ چې د راډيو غږ نور هم پسې لوړ شو، لکه چې دا غږونه، غرونه شوې وي او د هغه په غوږونو ورپرېوځي او بيا محمدګل نوري خپل دواړه لاسونه خپلو دواړو غوږونو ته، لکه غرونه داسې تخته کړل.
((١٣٦٣هـ. ش. کال))
کړیکه
په ښاري سرويس کې زياته ګڼه - ګونه وه. کله چې به په کوم تم ځاى کې ودرېد، نو هر چا ځان د سرويس دروازې ته رسولو او لکه د مرغيو په څېر به يې ځانونه ورپورې ځوړند کړل. ما هم خپل ځان په ډېره بيړه سرويس ته ورجګ کړى او د سرويس په دهلېز کې مې ځان ځاى کړى و. زما څنګ ته پر دوه کسي چوکۍ يو د پوخ عمر سړى ناست و او هاخوا څنګ ته يې يو کوچنى هلک. په دومره ګڼه ګوڼه کې هغه هلک له ځايه پورته نه شو او هيچا ته يې هم خپل ځاى پرېنښود. زما په زړه کې تېر شول چې دا څومره سپين سترګې هلک دى. ولې له ځايه نه پورته کېږي. ماته پته ولګېده چې د سرويس په دهلېز کې ټول ولاړ کسان هلک ته بد بد ګوري. ځينې لا په خپلو کې څه ووايي. بيا يوه خوله خندا وکړي او د هغه په سپين سترګتوب ورته تعجب پيدا شي.
هغه هلک د اته، نهو کلونو د شا او خوا معلومېده. خيرنې او زړې جامې يې په غاړه وې. په ولو يې د څادر په نوم يو بله خيرنه شان ټوټه پرته وه. د کالو رنګ يې تک زېړ و. دپاسه يې يو واسکټ هم پرې اغوستى و. شين بخنه رنګ يې لرلو. پر سر يې يوه سپکه او سپينه شان خولۍ پرته وه. خو د خيرو له لاسه يې د سپين رنګ نښه هم نه وه په کې پاتې، لکه چې يو وخت سپينه وه.
هلک هماغسې چوکۍ ټينګه کړې وه. زما په زړه کې بيا تېز شول چې عجيبه سپين سترګې هلک دى! او يو ځل مې بيا د کوچني خوا ته رډ، رډ وکتل. د هغه په خيرنو او زړو جامو چې به مې نظر پرېوتو، د هغه د سپين سترګتوب په وړاندې د قهر پر ځاى به يو ډول زړه سوى راته پيدا شو. بېرته به مې سترګې ترې راواړولې او بيا به په څه فکر اخته شوم.
زه په همدغو سوچونو کې وم چې په څنګ کې د يو پاخه عمر سړي په داسې متوسط شان غږ چې هغه کوچني هم اورېدلى شو، وويل:
ـ دا څومره بې تربيه دى! پلار او مور دومره هم نه دي ورښودلي چې کوچنيان بايد خپل ځاى سپين ږيرو ته پرېدي...
او څو تنو نورو هم دا ډول خبرې تکرار کړې، خو هغه هلک لکه چې د چا خبره هډو اورېدله نه. د سرويس نګران د کرايې ټولولو ته راورسېد. پر چوکۍ له ناست هلک نه يې هم پيسې وغوښتې. هغه لومړى چوپ شو، لکه چې هېڅ يې د هغه غږ نه وي اورېدلى، خو نګران يو وار خپل غږ لوړ کړ:
ـ تاته وايم... پيسې راکه!
کوچني دا ځل غلي غلي د سرويس نګران ته وکتل او په ټيټ او ډارېدونکي غږ يې وويل:
ـ... نه يې... لرم!
نګران خپله غوصه څو چنده کړه:
ـ نه يې لرم... نه يې لرم... راکه. لکه خان داسې ناست يې او نه يې لرم...
کوچني خپل غږ نور هم ټيټ او عاجز کړ:
ـ په خداى که يې لرم... راسره نشته.
د سرويس نګران چې سخت چالاکه او غصه ناک معلومېده، هغه له لاسه ونيو او له ځايه يې راجګ کړ:
ـ چې نه يې لرې، نو په چوکۍ څنګه ناست يې... راجګ شه... نه يې لرم!
او هلک چې څنګه د چوکۍ په څنګ کې ودرېد، موږ ټولو تعجب وکړ. د هلک چوپ لاس نه و. په بېخ کې غوڅ شوى و. له بونډر لاس نه يې يوه سپينه ټوټه تاووه. لا په وينو ککړه وه. موږ ټولو يو بل ته حیران حیران وکتل. د ټولو سترګې د کوچني بونډر لاس ته شوې. ما خپلې سترګې د هلک په لاس پورې د تړلى شوې سپينې ټوټې خوا ته واړولې. سپينه ټوټه ټوله په وينو وه. بيا مې کوچني ته وکتل چې هماغسې هک پک ولاړ و. په نګران مې پټکه وکړه:
ـ کم بخته نه ګورې چې هغه غريب په څه حال دى؟!
او په سرويس کې شا او خوا نورو کسانو هم د سرويس نګران ته بد رد وويل. نګران خجالت غوندې شو او هلک يې بېرته پر چوکۍ کېناوه. په سرويس کې د ناستو کسانو سترګې ټولې هماغې چوکۍ ته واوښتې چې هلک پرې ناست و او ځينو کسانو په ټيټ غږ په خپلو منځونو کې څه خبرې سره وکړې. په يو تم ځاى کې د هلک له څنګ نه هغه بل سړى کوز شو. زه د هلک له چوکۍ سره له ټولو نه زيات نزدې وم. ځان مې نور هم ورنزدې کړ. د هلک په څنګ کې پر چوکۍ کېناستم. ما يو ځل بيا له نزدې نه هلک ته ځير ځير وکتل. د مخ رنګ يې تک زېړ و. له خپلو جامو نه هم زيات. غوښتل يې چې خپل غوڅ شوى لاس پټ کړي، خو ما ښه له نزدې نه د هغه بونډر لاس وليد، لکه چې د هغه له پرې شوي لاسه د تويې وشې وينې رنګ هم زېړ وي... وينې يې زيات سوروالى نه لاره او زما په زړه کې څه نورې خبرې تېرې شوې. له هغه نه مې مخ بل پلو واړاوه. ما واورېدل چې زما په څنګ کې څو ولاړ کسان په خپلو کې څه ووايي او بيا يې په پرله پسې ډول له خولې نه (څوق... څوق) ووځي.
ماته يو ځل بيا د هغه بونډر لاس مخې ته ودرېد. بيا مې مخ ورواړاوه او يو ناڅاپه مې ترې پوښتنه وکړه:
ـ وروره! دا ولې؟
هغه څه ونه ويل. ما فکر وکړ چې ګوندې زما غږ يې وانه ورېد. په يو څه لوړ غږ مې ورته وويل:
ـ روکيه! په لاس دې څه شوي دي؟
او دا ځل هم هغه څه ونه ويل. ما خپل اواز نور هم لوړ کړ:
ـ تاته وايم... لاس دې ولې؟
هلک بيا هم ماته ځواب رانه کړ، خو دا ځل يې مخ راواړاوه او بد، بد يې راته وکتل. مخ يې بېرته رانه وګرځولو. په خپل پرې شوي لاس يې خپل بل لاس وواهه. پر ولو پروت څادر يې جوړ کړ او له سرويس نه دباندې کوم شي ته متوجه شو.
ما هم له هغه نه مخ راوګرځاوه. زه هم له ځان سره خجالت غوندې شوم. په لاس کې يو کتاب راسره و. له هغه کتاب سره مې ځان مصروف کړ. هسې مې يې پاڼې اړولې رااړولې. يو ټکى مې هم نه و په کې لوستى. يوازې مې ځان ورسره مصروفولو. ما د کتاب پاڼې اړولې - رااړولې، خو د هلک زېړ او بونډر لاس ما ته د کتاب په پاڼو کې هم ښکارېده. د کتاب پاڼې لکه هيندارې داسې شوې او ما يو ځل خپلې سترګې پټې کړې. د سترګو له پټېدو سره زما فکر لا کوچني ته واوښت. ما سترګې پرانستلې او د سرويس د شا برخې ته مې وکتل. ما عجيبه څه وليدل. ټول هغه کسان چې د سرويس يوې خوا ته وو، يو يو لاس يې نه و. د ټولو يو يو لاس بونډر و. له ټولو نه سپينې ټوټې تاوې وې. ټولې سپينې ټوټې سرې شوې وې. لا اوس هم يو، يو څاڅکې وينه ترې تويېدله. ما ډېر زر خپل مخ د سرويس بلې خوا ته کړ. هلته مې هم سترګې وبرېښېدې. ټولو مټې رانغښتې وې او په پياوړو لاسونو کې يې تورې وې. تورو برېښنا کوله او زياتره يې په وينو سرې وې. زه لا حیران شوم. يوې خوا ا ته پرېکړي لاسونه او بلې خوا ته د تورو برېښنا.
ما يو ناڅاپه خپل ځان ته ټکان ورکړ. د سر له ټکان سره ما د تورو برېښنا لا ځلېدونکې وليدله. بونډر لاسونه نور هم رامخې ته شول. زما تعجب په دې زيات شو جې تر اوسه پورې لا نه توره راسره وه او نه مې لاس پرې شوې و. بيا مې خپل سر ته ټکان ورکړ. د تورو برېښنا او د وينو ځلا نوره هم زياته شوه. ماته داسې ښکاره شول چې سرويس له وينو ډک دى.
او ما بيا څه ټکان وخوړ. ما چې ځان ته وکتل، نو يو ناڅاپه له ځايه پورته شوى وم. زما په يوه لاس کې توره ځلېدله. زما لاس پورته شو. توره راښکته شوه. زما يوه لاس زما بل لاس پرې کړ. لږه شېبه وروسته چې مې خپل لاس ته وکتل، نو زما له لاس څخه هم سپينه ټوټه تاو وه او وينه ترې څڅېدله. زما تعجب له ډار سره يو ځاى شو. له ځايه مې راټوپ کړ او يوه هېبتناکه کړيکه مې له خولې له څخه ووتله:
ـ سرويس ودروه!
او همدې کړيکې زه له خوبه راويښ کړم.
١٣٦٣هـ. ش.
جلاد
نن د هغه په دربار کې لوى جشن جوړ شوى و. لوى لوى درباريان يې ټول دې جشن ته راغوښتي وو. ساز او سرود روان و. مطربانو ارامې نغمې غږولې. د نڅاګرو د ګونګرو منظمې، ارامې او موزونې شرنګا د دربار ستر سالون سندريز کړى و. نڅا ګرې چې به د واکمن مخې ته ورنزدې شوې، نو نازونو او کرشمو به يې څه بل ډول حالت پيدا کړ. ماتې راماتې به شوې. يوه شېبه به يې د ګونګرو اواز اوږد کړ او بيا به د هغه له مخې تېرې شوې. ساقيانو د شرابو پيالې وېشلې. د شرابو پيالې پرله پسې ډکېدلې او تشېدلې. سرونه ورو ورو ګرمېدل. نڅا لا پسې ښکلې کېدله. د نڅاګرو نازونه لا پسې زياتېدل. د ساقيانو د ميو د پيالو له وېشلو سره، د هغوى تګ هم نازنين کېده او له خرامه ډکېده.
| د دربار لوى جشن همداسې روان و. همداسې ګرمېده، يو ناڅاپه د دربار د ستر سالون دروازه په بيړه رابېرته شوه. يو تن د جنګ په لباس کې سالون ته راننوت. د واکمن له اعتباري منصبدارانو څخه و. په سالون کې ناست کسان ټول حیران شو. واکمن له خپله ځايه راپورته شو. نور کسان هم ټول له ځايه جګ شول. ځينې کسان ښه سم پر خپل ځاى نه شول درېدلى. واکمن د راغلي منصبدار خوا ته وروکتل. په کتلو کې يې د پوښتنې اشاره پرته وه. راغلى منصبدار په يوه سا لګيا شو:
ـ موږ ماتې وخوړه. لښکر مو ټول...
د هغه ژبه ونښتله. خبره يې په خوله کې پاتې شوه. واکمن پوه شو چې څه خبره شوې ده. مخ يې نور هم پسې تک سور شو. هيچا ته يې څه ونه ويل. راغلي منصبدار ته يې هم څه ځواب ورنه کړ. هغه غوښتل چې نور څه هم ووايي، خو د لاس په اشاره يې پوه کړ چې خبرې بس کړي. واکمن په ډېره بيړه له سالون څخه وووت. ټول درباريان حیران پاتې شول. د مطربانو ګوتې د ساز او سرود پر آلاتو وچې شوې. د ساقيانو له لاسونو د شرابو پيالې ولوېدې او لوى جشن پر لوى ماتم بدل شو.
پاچا د يوسفزيو ټکولو ته پوځ لېږلى و. د هغوى پر وړاندې يې د قبيلو نورې څانګې هم راجګې کړې وې. پاچا به تل همداسې کول. يوه قبيله به يې پر بله وهله او بله به يې پر بله. تر شا به يې خپل پوځونه هم ورسره کړل او بيا چې به يې څه خپل زړه و، همداسې به کېدل، خو دا ځل داسې ونه شول. پوځ يې ماتې خوړلې وه. څو ورځې واکمن هېڅوک ځانته ونه بلل. ډېر نزدې مصاحب يې هم ځان ته پرې نه ښود. يوازې به ناست و. درباريان ټول خپه وو. په دربار کې لکه ستر ماتم چې اعلان شوې وي. چا په زوره نه شول خندلاى. چا په زوره خبرې نه شوې سره کولاى. چا به خوښي او ښادي نه شوه کولاى، خو اخر واکمن د چا او فرېب جال خپرول وغوښتل. يو ورځ يې خپل ډېر نزدې درباريان او د دربار لويان راوغوښتل او له خپلې پرېکړې يې خبر کړل. هغه هوډ ينولى و چې دا ځل به له هغوى سره بل چل کوم، داسې ونه شوله. دا ځل بل کار کوم. هغوى ته د عذر او دوستۍ لاس اوږدوم. هغوى تېر باسم، هغوى ته سوغاتونه ورلېږم او ګوره چې بيا څه کېږي او واکمن همداسې وکړل. هغوى ته يې عذر وکړ. هغوى ته يې سوغاتونه ورولېږل. هغوى ته يې وويل چې له ما بد شوي دي. نور نو تاسو زموږ دوستان شئ، تېر په هېره او هغوى هم دا هر څه ومنل. فکر يې وکړ چې پاچا به له خپلو بدو تېر شوى وي. اوس به يې، نو موږ ته د دوستۍ زړه وي. هغه چې دا لاس را اوږد کړى، موږ يې بايد ورلنډ نه کړو. د هغه سوغاتونه يې ومنل. د هغه سوغاتونو ته خوشحال شول او د واکمن په دوستۍ به يې خوشحالي لا زياتېدله. يوه ورځ هغوى ته يو فرمان ورورسېد. په هغه فرمان کې يې هغه ټبر ته ليکلي وو چې د واکمن مهرباني پر تاسو زياته شوې ده. دا ځل غواړي چې تاسو له نزدې وګوري. تاسو هر يوه ته په خپل لاس سترې سترې ډالۍ وړاندې کړي، هغه دا ځل پر تاسو مهرباني کوي، تاسو د ټول ټبر مشران او نامتو زلمي راغونډ شئ او ټول په ګډه دربار ته راشئ. تاسو به د تحفو او اعزازونو څښتنان شئ.
يوسفزي راټول شول او ټول مشران پر دې خبره جرګه شول.
***
نن بيا د دربار په ستر سالون کې يوه لويه مېلمستيا جوړه وه. واکمن د نورو درباريانو په مخ کې ناست و. مطربانو ارام ساز غږولو. نڅاګرو ارامه نڅا کوله. د ساقيانو د پيالو وېشل منظم روان وو. په پستو ګوتو کې به جامونه نور هم ښکلي ښکارېدل. سورنه ورو ورو ګرمېدل. يوه نڅاګره جګه شوه او له نڅا سره سم يې سندره پيل کړه. د هغې غږ لکه په مجلس کې د شرابو له کيف څخه د سازونو او تارونو له کيف څخه چې په زړه پورې وي. د هغې سندريز غږ چې څنګه جګ شو، په ټول سالون کې يې چوپتيا خوره کړه. ټولو د هغې غږ ته غوږونه نيولي وو. ساز خوندور کېده. شپه پخېده. اواز ښکلې کېده او نڅا له خرامه ډکېده. نڅاګرې سندرغاړې يوه نوې سندره پيل کړه. د واکمن غوږونو ته يې لکه چې څه بل ډول کيفيت وربښلى وي. له ځايه پورته شو. يو ځل د نڅاګرې څنګ ته ورنزدې شو. په سالون کې ټول ناست کسان حیران شول. هغه د نڅاګرې څنګ ته ودرېد. نزدې وو چې په غېږ کې يې راونيسي. بيا يو ځل لکه چې ځان ته يې پام شوى وي. خپل ځان ته يې وکتل. نڅاګرې ته يې رډ رډ وکتل. خپل شا او خوا ته يې وکتل. په بيړه د هغې له څنګه رالرې شو او پر خپل ځاى کېناست.
د هغې د سندرې په کيف کې لا ټول هماغسې ډوب وو چې يو ځل د ستر سالون دروازه رابېرته شوه. يو تن وارخطا راننوت. په ډېر ادب د واکمن مخې ته ودرېد او ويې ويل:
ـ هغوى راغلي دي... هغوى... اووه سوه تنه دي.
واکمن له ځايه پورته شو. د لاس په اشاره يې مطربان چوپ کړل او په بيړه له سالون څخه وووت. پر هغه پسې يوه ليکه درباريان روان شول. واکمن خپل ځاى ته لاړ. هغه دستور ورکړ چې ټول راغلي اووه سوه تنه دې وسلې بهر کېږدي او دننه دربار ته دې راشي. همداسې وشول له اووه سوه تنو يوسفزايانو څخه وسلې واخيستلى شوې او دربار ته داخل شول. واکمن د هغوى تود هر کلى وکړ. په تېره بيا ملک سليمان يې ډېر ونازاوه. سليمان د دې ټبر مشر و. هغه د واکمن له نزدې دوستانو څخه و. لا يې د واکمن له پلار سره دوستي لرله. واکمن لا هغه وخت چې کوچنى و، سليمان به په غېږ کې ګرځاوه. له هماغې ورځې راهيسې هغه سليمان ته د پلار خطاب کاوه، خو څه موده کېدله چې د واکمن او د دې ټبر ترمنځ رنګ بدى پيدا شوى و. بيا نو څو ځلې هغه پوځونه ورلېږلي وو او پوځونو يې يو ځل سخته ماتې خوړلې وه. واکمن چې کله بېرته هغوى ته د دوستۍ لاس وراوږد کړ، نو په دې کار له نورو ټولو مخکې همدغه ملک سليمان خوشحاله و. هغه چې د خپل ټبر مشر و. هغه چې واکمن د پلار خطاب ورته کاوه.
واکمن د ټولو اووه سوه تنو تود هر کلى وکړ. څو تنه مشران يې له ځانه سره روان کړل. بېرته سالون ته ننووت. سليمان پر هغه پسې روان و. پر هغو پسې نور مشران او درباريان ګډ روان وو. هغوى په سالون کې کېناستل. مطربانو بيا ساز شروع کړ. نڅاګرو بيا نڅا پيل کړه او د پيالو وېشل بيا پيل شول. دا ځل مجلس ډېر لنډ و. د پاچا په اشاره مطربان ډېر زر چوپ شول. نڅاګرو ډېر زر نڅا بس کړه او په پيالو کې شراب ډېر زر وچ شول. واکمن له ځايه پاڅېد. شپه ډېره تېره شوې وه. ټول د دربار لويې مېدانۍ ته روان شول. واکمن پر سليمان او نورو مشرانو غږ کړ:
ـ تاسو ټول به زما د اميرانو او خوانينو مېلمانه ياستئ. يوازې ملک سليمان دې همدلته وي. هغه به زما سره وي. هغه خو زما پلار دى!
او بيا يې خپلو درباريانو او خوانينو ته مخ ورواړاوه:
ـ د دې اووه سوه واړو مېلمستيا په ښه شان سره وکړئ. دوى ټول په خپلو کې سره تقسيم کړئ. هر هر څو تنه چې مو رسېږي له ځانه سره يې بوځئ او ښه قدر يې وکئ. ښه قدر!
او راغلي اووه سوه تنه ټول درباريانو او خوانينو په خپلو منځونو کې ووېشل. ډله ډله روان شول. هغوى ورسېدل. په مېلمستونونو کې ځاى پر ځاى شول. څه شېبه وروسته د واکمن مخبران درباريانو او خوانينو ته ورورسېدل او ورته يې وويل چې د پاچا په دستور د ټولو راغلو کسانو مټې تر شا وتړئ او لاس تړلي يې دربار ته حاضر کړئ.
همداسې وشول. د ټولو مټې شاته وتړلى شوې. ټول يې بېرته دربار ته حاضر کړل. ټول اووه سوه تنه مشران او مټور زلمي. ټول حیران وو. عجيبه راګېر شوي وو. يوازې د سليمان لاسونه نه وو تړل شوي. ټول يې د دربار لويې مېدانۍ ته راحاضر کړل. د واکمن غرور څو ځلې نور هم زيات شوى و. د لاس تړليو کسانو خولې، لکه چې تړلې شوې وي. هېڅ يې هم نه ويل. يوازې کله کله به يې يو بل ته په تعجب سره وکتل او بيا به يې په واکمن کې سترګې ورښخې کړې. په زړه کې به يې ورتېر شول چې که اوس مو مټې نه واى تړلى! که وسله نه واى راڅخه اخيستل شوى! بيا به يې په خپله خوش باورۍ او ساده ګۍ خپل ځان ته غصه راغله...
سليمان له ټولو څخه وارخطا و. يوه خوا او بله خوا به ګرځېده. کله به خپلو خلکو ته ورغى. کله به درباريانو ته او کله به هم واکمن ته. هغه واکمن ته ځارۍ کولې. هغه ته يې د خپلو وعدو يادونه کوله، خو د هغه منډو رامنډو هېڅ ګټه نه لرله. هغوى په ناځوانۍ راګېر شوي وو. اوس د واکمن لاس ته ورغلي وو. سليمان بيا هم سرګردان ګرځېده. هغه فکر کاوه چې ګوندې دا ټول زما له لاسه وشول. هغه پوهېده چې ټبر يې ټول د بلا په خوله کې دى. هغه ډېر ترمنځ وګرځېده، خو بيا يې هم ګټه ونه کړله. واکمن ته يې پخوا وختونه ورياد کړل. بيا يې ژمنې ورته وردمخه کړې او بيا يې هم د ټولو د خلاصون ځارۍ ورته وکړې، خو واکمن خپلو جلادانو ته په زوره چغه کړه:
ـ د ټولو سرونه به له تنې پرې کوئ. له يوې مخې به يې وژنئ چې يو هم درڅخه پاتې نه شي!
هغه غوښتل چې له خپله ځايه روان شي، خو سليمان بيا مخې ته ورغى. دا ځل يې د هغه ږيرې ته لاس کړ او د ټولو د بښنې غوښتنه يې ترې وکړه. واکمن کټ کټ خندا وکړه او سليمان ته يې په غرور وويل:
ـ ملکه! ته ولې خپه يې؟ تا خو نه وژنم. ته خو مې بښلى يې. ته خو مې پلار يې.
او سليمان دا ځل په متانت ځواب ورکړ:
ـ زه د ځان غم نه کوم... ما ووژنه، خو دوى پرېږده. دوى ټول وبښه!
واکمن بيا د کټ کټ خندا وکړه.
ـ نه نه تا به ولې وژنم؟ ته خو مې پلار يې، ملکه!
ملک سليمان پوه شو چې خبره بل ډول ده. هغه يو وار واکمن ته مخ ورواړاوه:
ـ نه! ما ووژنه... خامخا مې ووژنه!
واکمن دا وار هم خندا ته ادامه ورکړه او ويې ويل:
ـ د دوى ټول سرونه پرې کېږي. يوازې تا نه وژنم، ملکه! تا نه وژنم.
سليمان د واکمن مخې ته ودرېد. اوس يې څېره زياته جدي شوې وه. په قهر يې واکمن ته وويل:
ـ چې د دوى د بښنې په باب دې زما خبرې ونه منلې، نو دومره خو وکړه چې درې شرطه مې ومنه!
واکمن هغه ته ځواب ورکړ:
ـ منم يې. ووايه، څه غواړې؟
سليمان په ارامۍ ورته وويل:
ـ لومړى دا چې ما له دوى ټولو مخکې ووژنه. زما سر بايد له ټولو مخکې زما له تنې جلا شي.
واکمن ورغږ کړ:
ـ نور څه؟
سليمان خپل اواز لږ څه اوچت کړ:
ـ بل دا چې د دغو لاس تړليو په منځ کې د احمد په نوم يو زلمى دى. زما پر ځاى هغه ژوندى پرېږده. هغه زما وراره دى. د هغه پر ځاى زه ستا په مخ کې يم.
پاچا بيا ورغږ کړ:
ـ درېمه خبره دې څه ده، ملکه!؟
سليمان ځواب ورکړ:
ـ وروستۍ خبره مې دا ده چې نور زموږ له اولس سره تېرى مه کوه. نور يې مه په عذابوه... همدومره بس دى...
سليمان چې څنګه دا خبره وکړه، نو واکمن په لوړ اواز ورغږ کړ:
ـ ملکه! درې واړه خبرې مې ومنلې. همداسې به وکړم.
سليمان د لاس تړليو کسانو منځ ته ورغى. د زلمي احمد پر ځاى د هغه لاسونه شا ته وتړل شول. څو تنو درباريانو او خوانينو په خپلو کې په يو څه لوړ اواز سره وويل:
ـ عجب بې عقل ملک دى. خپل ځان مرګ ته ورکوي او خپل هغه وراره له مرګه ژغوري چې لا تنکى زلمى دى. دغه تنکى زلمى به څنګه د خپلو خلکو، خپل ټبر مشر شي. هغه به څنګه خپل ټبر له بدمرغيو وژغوري.
دا خبرې سليمان واورېدلې. هغوى ته يې هېڅ ځواب ورنه کړ. په زړه کې يې وورګرځېدل:
ـ احمد ځوان دى. ما خپل عمر خوړلى دى. احمد به خپل خلک، خپل ټبر وژغوري. زه پر هغه باور لرم... زه پر هغه باور لرم.
او دغه وروستۍ جمله يې په شونډو کې داسې له ځانه سره زمزمه کړه چې له هغه سره ولاړو نزدې کسانو اورېدلى وه:
ـ زه پر هغه باور لرم... زه پر هغه باور لرم... زه پر هغه...
او له دې سره سم. له ټولو ولاړو کسانو څخه رامخکې شو. اوچت سر له ټولو څخه مخکې ودرېد او پر واکمن يې ورغږ کړ:
ـ اوس نو ځنډ مه کوه... خپل کار دې کوه!
او بيا يې په زوره غږ ورته وکړ:
ـ اې جلاده... جلاده!
واکمن جلادانو ته اشاره وکړه. لومړنى جلاد سليمان ته ورنزدې شو. هغه خپل تبر پر دواړو لاسونو اوچت جګ کړ. دا وخت د احمد غونى زيږ شو. د هغه لاسونه اوس نه وو تړل شوي. هغه اوس له اوو سوو تنو څخه راجلا شوى و. هغه وغوښتل چې ورمنډه کړي او د جلاد لاسونه مات کړي، خو بيا خپل خلک ورياد شول. د اوو سوو تنو ماشومان او بوډاګان. بيا خپل ټول ټبر ورياد شو. بيا يې هغه باور ته فکر شو چې سليمان پر هغه کړى و او هغه خپلې پښې پر مزکه ټينګې کړې. سترګې يې پټې کړې.
جلاد لومړى د سليمان سر د هغه له تنې پرې کړ او بيا ټول جلادان د سرونو په پرېکولو شول. واکمن کټ کټ خندا وکړه. د جلادانو ننداره يې پرېښوده او په شمېرلو قدمونو له دې ځايه روان شو، خو د سليمان غږونو يې په غوږونو کې انګازې جوړې کړې:
ـ اې جلاده... جلاده!
هغه خپل سر وڅانډه. بيا يې هم هغو انګازو غوږونه ځورول:
ـ اې جلاده... جلاده! جلاده... !
او هغه يو ځل منډه کړه.
نوټ:
دا تاريخي پېښه په هغه وخت کې د کابل په ښار کې شوې وه چې ميرزا الغ بيګ پاچا و. د دې حادثې بشپړ تاريخي بيان د ((تواريخ حافظ رحمت خاني)) په (١٧_٢٦) مخونو کې راغلى دى. د دغو ټولو وژل شویو کسانو هدیره د کابل په سیاسنګ کې ده.
د و ينو کـيسې
بيا هم په څه ليکلو اخته وم. غوښتل مې چې یوه کيسه وليکم. د کيسې لپاره مې يوه نوې پېښه پيدا کړې وه. زما په فکر کې چې به تل کومې نوې موضوع، نوې پېښې غزونې وکړې، نو بيا به په دې سوچ کې شوم جې د ليکلو وخت يې په بيړه پيدا کړم. ځان به مې يوازې کړ. قلم او کاغذ به مې راواخيست او د قلم په خوځولو به مې پيل وکړ. ما چې په څه ليکل شروع کړل، نو بيا به مې هيچا ته هم فکر نه و. کله چې به مې په څه ليکلو سر ټيټ کړى و او کوم څوک به راغى، نو تر هغه چې به يې راباندې غږ نه و کړى، ما به خپل سر له کاغذ څخه نه پورته کاوه. د کوم يو خو به اخر زړه هم تنګ شو:
ـ پرېده بابا. ليکه او ليکه. اخر څه؟
او چا به لا په کې وويل:
ـ اخر به دې سترګې درړندې کړي.
خو ما به هماغسې لا ليکل، ځکه چې ما به د کيسې لپاره کومه نوې پېښه پيدا کړې وه او بايد ليکلى مې واى. بايد کيسه مې بشپړه کړې واى. ما به په شونډو کې نرۍ خندا ورته وکړه او او بيا به مې سر پر کاغذ ورټيټ کړ او بېرته به مې د قلم په خوځولو پيل وکړ.
نن هم خبره همداسې وه. غوښتل مې چې څه وليکم. يوه نوې کيسه مې پر زړه راورېدلې وه. غوښتل مې چې پيل يې کړم. کاغذ او قلم مې راواخيست او خپلې کوټې ته لاړم. ليکل مې شروع کړل. کيسه مې پيل کړه. په زړه کې مې ګرځېدل چې که خداى وکړي او ښه ډېره شېبه څوک رانه شي، نو دا به څومره مزه وکړي. زه به خپله کيسه وليکم. بشپړه به يې کړم. ما لا څو کرښې نه وې ليکلې چې وررابېرته شو. زما زړه درز وغورځېد. ما ويل چې کيسه بيا پاتې شوه. زما زوى کوټې ته راننووت. هغه د ښوونځي په دويم ټولګي کې و او دومره شوخ و چې هغه به کله زما څنګ ته راغى، نو زه به مجبور شوم چې خپل قلم کېدم او خپل کاغذونه او کتابونه وتړم، ځکه کله کله به يې هېڅ کار ته نه پرېښودم. پخوا خو به مې هېڅ نه شول ترې کولى، خو اوس به مې لا ځينې وخت د خپل ښوونځي په درسونو کې له خپلو کتابونو، قلمونو، پنسلونو او کتابچو سره يو څه مصروف کړ، هغه به بيړه دروازه بنده کړه او زما مخې ته کېناست. ما بيا پر خپله ليکنه سر ټيټ کړ. لکه چې ما هغه هېڅ نه وي ليدلى. هماغسې په ليکنه اخته وم. هغه لږه شېبه خو چوپ ناست و. هسې يې يوې او بلې خوا ته رډ، رډ کتل، خو اخر يې زړه ټينګ نه کړ او زما خوا ته يې ځان نزدې کړ. ما بيا هم خپل ځان پرې پوه نه کړ، خو د هغه زړه بيا هم طاقت ونه کړ، ماته نور هم رانزدې شو. دا ځل مې هم ځان پرې پوه نه کړ. اخر هغه زما کاغذونو ته لاس رااوږد کړ او شوخي يې پيل کړه. ما بيا هم ليکنه کوله. فکر مې کاوه چې هغه به مې ډېر په تکليف نه کړي، خو د هغه شوخي زياته شوه. کله به يې زما قلم ته هم لاس رااوږد کړ. شوخي يې نوره هم زياته شوه، زه هغه ته په قهر شوم:
ـ هلکه پرېده! ما خپل کار ته پرېده!
خو هغه لکه چې زما خبره هېڅ اورېدلې نه وي. بيا يې هم زه خپل کار ته نه پرېښودم. ما بيا هم ورته وويل:
ـ تاته وايم! په خبره پوهېږې، که نه؟ يوې خواته شه!
ـ هغه زما په دې خبره ونه ډار شو، لکه چې لا زړور شوى وي:
ـ ښه نو څه شى کى؟
او ما بې اختياره ورته وويل:
ـ کيسه ليکم.
دا خبره نه وه، لکه چې ما په زور يوه لويه خبره په خوله کې ورکړې وي. هغه په يوه ساه ماته لګيا شو:
ـ ماته ام کيسه وکه...
ما ترې ځان هسې په هغه او دغه تېر کړ:
ـ پرېده... ما پرېده، بل شى ليکم. کيسه به کوم بل وخت درته وکم.
خو هغه نور هم راپسې شله شو:
ـ يوه کيسه به راته کى... يوه کيسه...
زه پوه شوم چې نور نو د هغه له لاسه څه نه شم ليکلى. خپل کاغذونه مې راټول کړل. قلم مې بند کړ او هغه ته مې وويل:
ـ ښه نو وايه څه خبره ده؟
او د هغه لکه چې زما د کاغذونو په راټولېدو زړه راټول شوى وي. په سړه سينه يې راته وويل:
ـ ووايه کنه! کيسه راته ووايه!
ما ترې وپوښتل:
ـ څنګه کيسه؟
هغه په بيړه راته وويل:
ـ کيسه! کيسه څنګه وي؟
ما غوښتل چې خبره بيا هم يو خوا بل خوا واړوم:
ـ راځه چې اوس نورې خبرې وکړو. هغه پرون په کوڅه کې چا جنګونه سره کړي وو؟
خو هغه له ما نه هم هوښيار و. راته يې وويل:
ـ نه! ته اول کيسه راته وکه!
زه مجبور شوم او هغه ته مې کيسه راواخيستله:
ـ نو کيسې خو ډېرې دي. دا کيسه چې درته کوم يې، دا به يادوې. بيا به دا کيسه بېرته ماته کوې.
او هغه په منډه ځواب راکړ:
ـ ښه، ښه! کيسه راته وکه.
ما له ځانه سره بيا هم د کيسې په باب فکر وکړ. همدا نن سهار مې کوم وروستنى اثر چې لوستى و، د هغې کيسې يو لنډيز مې ورته پيل کړ. د يوه لوستلي نندار ليک کيسه مې ورته راپيل کړه. نور مې هېڅ هم ياد ته رانغلل. زما سوچ چې لږ وځنډېد، نو هغه بيا راغږ کړ:
_وايه کنه!
او ما کيسه ورته پيل کړه.
ـ په پخوا وختونو کې يو پاچا و. هغه پر خپلو خلکو ډېر مهربان و. هغه په خپله ټوله پاچهۍ کې اعلان کړى و چې ټول خلک بايد په ګېډه ماړه وي. که هره شپه زما له خلکو څخه يو تن هم وږى و، زه به هغه شپه ډوډۍ ونه خورم. دا خبره په هر ځاى کې خوره شوې وه. پاچا هم رښتيا ويل. تل به يې د خپلو خلکو پوښتنه کوله. هغه چې به له هرې خوا نه باوري شو چې اوس نو څوک وږى نه دى پاتې، بيا به يې خپله ډوډۍ خوړله. يو ماښام څه عجيبه پېښه وشوله...
ما چې د خپل زوى خوا ته وکتل، نو هغه لکه چې کيسه د زړه په غوږونو اوري. ټول غوږ غوږ شوى و.
له هغه څخه مې وپوښتل:
ـ پوه شوې؟
هغه ځواب راکړ:
ـ هو! پو شوم. بيا څنګه وشول؟
ما بېرته کيسه ورته پيل کړه:
ـ نو هغه ماښام داسې پېښه وشوه چې پاچا ته چا خبر ورکړ چې د ښار د مرکزي برخې په منځ کې يوه ښځه ناسته ده، ژاړي او فرياد کوي چې وږې يم. هغې ته خلک ډوډۍ او خواړه ورکوي، خو هغه يې نه خوري او وايي چې ماته د انسان غوښه راکړئ. زه وږې يم. د انسان غوښه غواړم. ټول خلک حیران دي. هغه داسې غوښتنه کوي چې هېڅ قانون يې نه مني. خلک غواړي چې پر هغې حمله وروړي. اخر د انسان غوښه څنګه غواړي. پاچا په دې خبره غمجن شو. خپل څو تنه غټان او وزيران يې ورولېږل چې له هغې څخه وپوښتي چې ولې خواړه نه خوري او ولې د انسان غوښه غواړي؟ هغوى لاړل. بېرته پاچا ته راغلل. ورته يې وويل چې هغه ښځه زموږ هېڅ خبره نه اوري. هغه وايي چې يوازې د انسان غوښه غواړم او بس. ډېره ناحقه غوښتنه لري، خواړه هېڅ نه خوري. وږې ده، خوخلک ډېر ورته په قهر دي.
پاچا له ځانه سره فکر وکړ. اخر دا به څنګه شي؟ ما ژمنه کړې چې هېڅوک به وږى نه پاتې کېږي. اخر دا به څنګه شي؟ له لږ ځنډ وروسته له ځايه پورته شو. پر آس سپور شو او د ښار مرکزي برخې ته ورغى. له ښځې څخه ګڼ شمېر خلک راچاپېر وو. غوښتل يې چې پر هغه ښځه حمله وروړي. څنګه د انسان غوښه غواړي! پاچا هلته ورسېد. خلک يې له ښځې څخه په څنګ کړل. ښځې ته ورنزدې شو، له هغې سره يې ډېرې خبرې وکړې. هغې ته يې د رنګا رنګ خوړو وويل، مخې ته يې ورته کېښودل، خو هغې يوازې د انسان غوښه غوښتله. پاچا بيا په فکر کې ډوب شو. له يوې خوا زما دا ژمنه چې هېڅوک به وږى نه پاتې کېږي او د ښار په منځ کې يوه بوډۍ وږې ناسته ده. له بلې خوا څنګه پر بل چا ظلم وشي. څنګه د بل انسان غوښه ورکړم، خو ښځې هماغسې د انسان غوښه غوښتله. اخر پاچا په بيړه خپله توره له تيګې رابهر کړه. د هغه د تورې ځلا د خلکو سترګې وبرېښولې. پر ښځه يې ورغږ کړ. ووايه د کومې برخې غوښه دې خوښه ده. خپل ورانه ته يې اشاره وکړه. ښځې ورته وويل سمه ده، د هر ځاى چې وي، خو غوښه مې په کار ده. پاچا توره خپل ورانه ته برابره کړه او نزدې وو چې يوه بوټۍ غوښه ترې رابېله کړي، خو ښځې هغه کلک له لاسونو څخه ونيو. ويې ژړل او په زوره يې چغه کړه:
ـ بس، بس! ما همدومره غوښتل... ما غوښتل پوه شم چې آيا واکمن همداسې ستره سرښندنه د خپلو خلکو په خاطر، د يوې غريبې او بې وسې ښځې په خاطر کولى شي او که نه؟ بيا يې خواړه وخوړل او له هغه وروسته پاچا هم د شپې ډوډۍ په مزه وخوړله.
دغه کيسه چې ما لوستې وه، ډېره اوږده وه، خو ما د ځان د خلاصون لپاره په لنډو هغه ته خلاصه کړله. پوه شوم چې هغه هم د کيسې تر تاثير لاندې راغلى دى، ما بيا له هغه څخه د کيسې پوښتنه وکړه او رښتيا هم چې دا کيسه يې بيا ټوله په يادو ياده وه.
له دې وروسته به هغه تل له ما څخه د کيسو غوښتنه کوله. په کيسه کې چې به هر څومره د وينو او جګړو خبرې وې، نو پر هغه به ښې لګېدلې، د جنګونو کيسې به يې زياتې خوښېدلې. کوچنيان همداسې وي. هر څه ورته په زړه پورې وي. د پېښو او ماجراوو له کيسوو سره زياته مينه ښکاره کوي. هغه به تل له ما څخه د کيسو ويلو هيله کوله. هغه به ويل چې زما د ټولو همزولو د جنګونو ښې ښې کيسې زده دي. ته يې هم ماته وکړه چې زما هم زده شي او زما به هم چې څه کيسې زده وي، له څېرمې به مې ورته راکتار کړې. هغه به ټولې کيسې يادولې او بيا به يې له خپلو همزولو سره د کيسو ويلو سيالي کوله. اوس د هغه په همزولو کې يوازې يو تن په دغه سيالۍ کې ترې مخکې و. هغه هلک سلام نومېده. د سلام ډېرې زياتې کيسې ده وې. ماته به مې زوى ويل:
ـ داسې کيسې راته وکړه چې د سلام نه وي زده. د هغه دومره کيسې زده دي چې د بل هيچا نه زده.
ما به ترې پوښتنه وکړه چې:
ـ ښه نو سلام څنګه کيسې کوي؟
هغه به ځواب راکړ:
ـ داسې ښې د جنګونو کيسې کوي چې حیران به پاتې شې؟
ما به ترې وپوښتل:
ـ د جنګونو کيسې نو څه ښې دي؟
هغه به راته وويل:
ـ بس ښې دي نو، زما خوښې دي... د ټولو خوښې دي؟
ما له دې وروسته هڅه کوله چې له جګړو او وينو ډکې کيسې ورته پيدا کړم. اخر زما ټولې کيسې له همدغسې جګړو او وينو ډکې شوې. اوس به مې نو هر وخت هغه ته د هغه د خوښې کيسې کولې. هغه به اوس له ما سره زيات خوشحاله و. سره له دې چې تل به زما د کار مزاحم و، خو ما بله چاره نه لرله. په کيسه به مې ځان ترې خلاص کړ او بيا به نو خپل کار ته وزګار شوم. زماکيسې پر هغه ډېرې ښې لګېدلې، موږ به تل اوس له کيسو سره اوسېدلو. اوس ما هم د هغه د کيسو له پرله پسې فرمايشونو سره عادت کړى و. هره شپه به مې هغه ته يوه يوه کيسه کوله. د وينو او مرګونو يوه يوه کيسه.
***
نن چې څنګه زه خپلې کوڅې ته راورسېدم، نو په کوڅه کې بده ورځ وه. خلک راټول شوي وو، کوچنيان وارخطا وارخطا ګرځېدل. زه چې څنګه د خپل کور دروازې ته ورنږدې شوم، نو ما خپل زوى ډېر وارخطا وليد. هغه سلګۍ وهلې. ماته يې رامنډه کړه او په ژړا يې راته وويل:
ـ سلام يې وواژه... هغه ما وليد... ما وليد...
سلګۍ يې زياتې شوې او په سلګو کې يې خبرې ته ادامه ورکړه:
ـ هغه چېرې په لاره تېرېده. بمونه والوتل او هغه هم په بمونو کې... والوت... سلام مړ شو. هغه ما وليد. له هغه نه وينې روانې وې. ما يې وينې هم وليدې. تکې سرې وې.
سلام وژل شوى و. د سلام د وينو کيسې اوس زموږ د کوڅې د هر لوى او واړه پر خوله وي. ټول خپه وو او په تېره بيا زما زوى چې د هغه همزولى و. د هغه د لوبو ملګرى او د هغه د کيسو د سيالۍ ملګرى. دوى دواړه به تل سره يو ځاى وو. کله به هغه زموږ په کور کې و او کله به دى د هغوى په کور کې.
د سلام مرګ زموږ د کور پر فضا تر ډېره وخته اغېزمن و. ډېرې ورځې زما زوى د هغه د مرګ په وير کې مکتب ته نه ته. حتٰى له کوره به ډېر لږ بهر تلو. کله به يوازې د کور تر دروازې ورغى، لږه شېبه به په دروازه کې ودرېد. د سلام د کور دروازې ته به يې حیران، حیران وکتل او بيا به بېرته په منډه منډه خپل کور ته راغى.
ډېر وخت همداسې تېر شو. يوه ورځ زه بيا پر خپل څه کار لګيا وم. څه مې ليکل. زما زوى ماته رامنډه کړه. زما په څنګ کې کېناست او ورو شانته يې راته وويل:
ـ ماته ام يوه کيسه وکه.
ما تعجب وکړ. له څو مياشتو وروسته دا لومړى ځل و چې هغه له ما څخه د کيسې د اورېدلو هيله څرګندوله. ما لومړى خپل ځان په ليکلو کې دومره مصروف کړ، لکه د هغه خبره چې مې هېڅ اورېدلې هم نه وي، خو هغه خپله خبره دا ځل په څه لوړ غږ وکړه:
ـ يوه کيسه، خو ماته ام وکه!
ما ورته وويل:
ـ پرېده چې دا خپل کار خلاص کړم، کيسه به بيا بل وخت درته وکړم.
خو ما وليدل چې د هغه شلهګي زياته ده. زه يې کار ته نه پرېښودم. اخر ما هم کومه بله چار ونه ليدله. يوه کيسه مې ورته شروع کړه. کيسه مې لا نيمايي ته نه وه رسولې چې حادثه د چا مرګ او د چا د وينو تويېدلو ته ورسېدله. هغه يو ځل د کيسې په منځ کې راټوپ کړ:
ـ نه، نه! داسې کيسې راته مه کوه!
ما په تعجب اوغصه ترې وپوښتل:
ـ څه، څه؟ داسې کيسې مه کوه. ولې، کيسه نو څنګه وي؟
هغه پر خپله خبره ټينګ و:
ـ داسې کيسه راته وکه چې مرګ په کې نه وي، چې وينه په کې نه وي.
او زما تعجب لا پسې زيات شو. د دې لپاره چې خپل ځان مې له جنجال څخه خلاص کړى وي، هغه ته مې بله کيسه پيل کړه. دا کيسه مې هم چې يو څه له نيمايي نه تېره کړه، نو يو څوک په کې ووژل شو. هغه بيا په کيسه کې راټوپ کړ:
ـ نه، نه! وايم داسې کيسې مه کوه!
دا ځل زما غصه نوره هم پرې زياته شوه:
ـ څنګه کيسه درته وکړم؟ کيسې خو ټولې همداسې وي، نو.
هغه په خپله خبره ټينګ ولاړ و:
ـ نه، نه. داسې کيسه چې مرګ په کې نه وي چې وينې په کې نه وي...
ما همدومره ورته وويل:
ـ ولې؟
هغه په لړزېدلي غږ راته وويل:
ـ زما وينې بدې شي.
ـ زه لا حیران شوم. زه په فکر کې ډوب شوم. اوس چې ما هر څومره فکر وکړ، له وينې او مرګ پرته مې بله هېڅ کيسه نه وه زده.
هغه بيا بيا خپله هيله تکراروله. هماغسې پر خپله خبره ټينګ ولاړ و، خو ما هېڅ نه ورته ويل. په تعجب مې د هغه خوا ته رډ، رډ کتل. پر خپل دماغ مې فشار راووړ او هر څومره فکر چې مې وکړ، ماته بله کيسه نه وه ياده. ما بله کيسه نه وه اورېدلې. زما ټولې کيسې له وينو ډکې وې.
خپل زوى ته په ورکتلو کې به مې تعجب لا زيات شو. ماته بله يوه کيسه هم نه وه ياده او زه به د هغه ټينګار لا په سوچ کې ډوب کړم.
١٣٦٣هـ. ش.
د لارې ښامار
| ټول کلى د ښامار په وير کې و. څو شپې وړاندې په توره تياره کې ښامار پر کلي لوېدلى و. زموږ پر کلي. زموږ کلى د يوه غره په اړخ کې پروت دى. د خړو کلاګانو کلى او د برجورو کلاګانو کلى. د خټو کورونه، په څنګ کې يې شنه پټي او يوې خوا ته ته يې سيند، زموږ کلى چې تل به د ځوانانو ګڼې - ګوڼې په کې وې. خنداګانې او مستۍ به وې. ګودرونه به وو. منګي به وو او د کلي په تنګو کوڅو کې به چې د منګيو کتارونه له ګودره راغلل، نو کوڅې به دومره ښکلي پرې ښکارېدلې چې تا به ويل کوڅې نه دي، د ګلونو لارې دي. د ښايست لارې دي، زموږ د کلي په دېرو او حجرو کې به هم تل ګڼې - ګوڼې وې. مستۍ به وې. ولولې به وې او کټ کټ خنداګانې به وې. په مازيګري کې به د کلي په لوى ډاګ کې ځوانان سره راټول شول. چا به لوبې کولې. چا به مستۍ کولې. څوک به ډله ډله سره ناست وو. خواږه مجلسونه به وو. مرکې به وې او همداسې، خو به هره شېبه زموږ په کلي کې له مخکينۍ شېبې نه ښه او په زړه پورې وه. زموږ د کلي بر سر ته، يوه څنګ ته هديره وه. د کلي لويه هديره او په دې هديره کې زموږ د کلي ټول پرون پروت و. ټوله ماضي په کې پرته وه. زموږ د کلي هديره هم زياتره يې سرو او شنو جنډو نيولې وه او دا زموږ د کلي د پرون د وينو د رنګينۍ نښې نښانې وې. د پرون د همتونو او د باتوريو. هديره زموږ د کلي د نيکونو او پلرونو کيسه وه. يوه ناپايه کيسه. زموږ په کلي کې به د مشرانو ناستو ولاړو او جرګو - مرکو هم يو عجيب پرتم لرلو. هر څه چې به هغوى وويل، همداسې به کېدل. زموږ کلى همداسې و. زموږ د کلي خلک همداسې وو. زموږ په کلي کې هر څه همداسې وو. د واده ډولۍ به هم عجيبه خوند په کې لاره. د ودونو او ډوليو او ښاديو ښکلا هم څه عجيبه غوندې وه او د مرګونو او جنازور پرتم هم همداسې و. ماتم به هم څه عجيبه پرتم په کې لارو. هر څه همداسې وو. زموږ کلى همداسې و.
خو يوه شپه خبره بل ډول شوه. د تور تم يوه شپه وه. د تروږمۍ يوه شپه وه او په همدغه شپه کې ښامار زموږ د کلي په منځ کې پرېوت. يو خونړى ښامار، يو ويروونکى ښامار، يو هېبتناک ښامار! هغه لکه د غر داسې و، لکه د يو تور غر. ښامار زموږ کلى دوه نيمه کړ. زموږ کورونه يې دوه نيمه کړل. ښامار څه عجيبه ښامار و او د ښامار راختل او پرېوتل هم څه عجيبه راختل او پرېوتل وو. ښامار کلى دوه نيمه کړ. لکه چې هر کور يې دوه نيمه کړى وي. لکه چې هر تن يې دوه نيمه کړى وي او زموږ د کلي هر څه دوه نيمه شول. هر څه سره جلا شول. د کلي لويې دېرې او حجرې دوه دوه شوې. د کلي د مستۍ ډاګونه سره نيم شول. ګودرونه سره جلا شول او زموږ د کلي لويه هديره هم دوه نيمه شوه. لکه چې ګډ پرون دوه نيمه شوې وي. لکه چې زموږ ټولې ګډې کيسې دوه نيمې شوې وي.
له هغې شېبې راهيسې چې ښامار زموږ د کلي د لويې لارې په منځ کې پرېوتى و، نو په ټول کلي کې ماتم ګډ و. د ګودرونو هغه ښايست، سيندونو لاهو کړى و. لارې ټولې سپېرې وې. کوڅې اوس ښکلې نه وې او هديرو هغه پخوانى پرتم نه لاره. د کلي له پېغلو، ځوانانو، بوډاګانو او ماشومانو ټولو څخه، لکه چې ساوې الوتې وي. اوس په کلي کې د ګلانو پر ځاى اغزي شنه کېدل. اوس زموږ لوى کلى کوچنى شوى و. اوس يو کلى په بر کلي او کوز کلي وېشل شوى و. اوس نيم له ښاماره يوې خوا ته پاتې شوى و او نيم يې بلى خوا ته. اوس دواړو خواوو يو د بل په بېلتون کې وير کاوه. ماتم يې کاوه او زموږ د کلي کوزه او بره دواړه برخې د ماتم په کليو بدل شوي وو. د وير په کليو.
او ښامار لا هماغسې د کلي په منځ کې پروت و. کلى لا هماغسې دوه نيمه و. کورونه لا هماغسې دوه نيمه وو او زړونه لا هماغسې دوه نيمه. يوه ورځ زموږ د کلي يو تن چې د ښامار تنې يې کور هم دوه نيمه کړى و. مور يې د کور په يوه اړخ کې پاتې شوې وه او خپله بلې خو اته، غوښتل يې چې راتېر شي. هغه د ښامار شاته له ښو ډېرو ستونزو وروسته ورجګ شوى و. غوښتل يې چې د ښامار له تنې دې خوا ته راواوړي، خو ښامار هغه له خپل ستوني تېر کړ او زموږ په کلي کې بيا لوى وير جوړ شو. وير روان و. ښامار پر کلي پروت و.
اوس زموږ کلى د همداسې همېشني وير ځاى و. اوس به هره ورځ زموږ په کلي کې همدغسې پېښې کېدلې. هره ورځ به ښامار څوک له ستوني تېر کړى و. هغه د کلي په منځ کې پروت و. د لويې لارې په منځ کې. هر څوک چې به له دغې لارې تېرېدل، ښامار به بيا هغه له ستوني تېر کړى و. د ښامار هېبت له يوې ورځې نه بلې ورځې ته زموږ پر کليوالو، پر موږ ټولو زياتېده او درنېده. د ښامار ستونى اوس نور هم پراخ شوى و. د ښامار وجود اوس نور هم غټ شوى و. ښامار نور هم غټېده. له ښامار نه اوښتل او له ښامار نه تېرېدل، اوس په يوه معجره بدل شوي وو، اوس اخوا ته کلى کوز کلى شوى و او دې خوا ته کلى، بر کلى.
ورو ورو د کلي نومونه هم بدلېدل. ورو ورو د يوه کلي خلک هم سره پردي کېدل. دا د ښامار د پرېوتو بدمرغي وه. ډېر کورونه دوه نيمه شوي وو. ډېر ورونه نيم يوې خوا ته پاتې وو او نيم يې بلې خوا ته. ورونه هم سره پردي کېدل. ښامار دغه جدايي راوستې وه. دا زموږ پر کلي د ښامار د پرېوتلو پېښه وه. ټولې لارې ښامار نيولې وې. ټولې خوښۍ ښامار اخيستې وې. ټولې نيکمرغۍ ښامار بدمرغه کړې وې. ټول ورونه ښامار سره جلا کړي وو. ټول کورونه ښامار سره وېشلي وو او ښامار و چې ټول کلى يې په وير اخته کړى و. ښامار لا هماغسې زموږ پر کلي پروت و. زموږ د کلي په منځ کې. زموږ د لوى کلي پر ټولو لارو.
يوه ورځ زموږ د کلي څو تنه ځوانان سره يو ځاى شول. څو تنه ښه تکړه او مټور ځوانان. تورې يې راواخيستې او د ښامار په مرګ پسې روان شول. يوازې څو تنه ځوانان وو. ټولو دا هوډ کړى و چې ښامار به وژنو. ټولو ويلي وو چې کلي ته به نيکمرغي راوړو. ټولو ژمنه سره کړې وه چې د لارې دغه ښامار به له ټولو لارو لرې کوو. کلى به بېرته په هماغه يوه لوى کلي بدلوو. ورونه به ټول بېرته سره يو ځاى کوو. د کلي ټولې خوښۍ او ښادۍ به بېرته راګرځوو. د نيکونو ټولې ګډې کيسې، د کلي لويه هديره به بېرته سره يو ځاى کوو او د ښامار ستونى به په تېرو تورو ټوټې ټوټې کوو. هغوى لاړل. څو تنه زړور ځوانان وو. تر ښاماره يې ځانونه ورسول او د ښامار مقابلې ته ودرېدل. پر ښامار يې تورې وچلولې. له ښامار سره يې شخړه وکړله، خو ټول زلميان مات شول. دغو څو تورو، څو پياوړو مټو د ښامار چاره نه شوه کولاى. ټول ځوانان مات شول او ټول د ښامار له ستوني تېر شول. ښامار نور هم وپړسېد. ښامار نور هم غټ شو. د ښامار ستونى نور هم پراخ شو.
زموږ ټول کلى بيا په وير اخته شو. مټور او جنګيالي ځوانان يې د ښامار تر ستوني تېر شول. په ټول کلي کې ماتم ګډ و او دغه ماتم ډېر وخت دوام وکړ. موږ خبر شو چې هاخوا کلى، هغه چې له ښاماره کوز پاتې شوى و. هلته هم همداسې ويرونه دي. هلته هم د ښامار وير دى. هلته هم د هغوى ډېر زلميان، ښامار تر ستوني تېر کړي دي. هغوى هم د کلي د جلاوالي ماتم ځوروي. هلته هم ښامار ټولې لارې بندې کړې دي. هلته هم د ګودرونو، کوڅو او حجرو ښايست نه شته. هلته هم هر څه د ښامار په وير لړلي دي. ښامار هلته نورې بدمرغۍ هم پيدا کړي دي. د ښامار وير له يوې ورځې نه بلې ورځې ته نور هم پسې زياتېده. د کلي د ټولو خلکو تشويشونه د ښامار په باب او د لويې لارې د بندېدلو په باب او له يوه کلي نه د دوو کلو د جوړېدو په باب له يوې ورځې نه بلې ورځې ته زياتېدل. ټول حیران وو او دغه حیرانتيا په څه عجيبه ډول پسې اوږدېدله. ماتم زياتېده او همداسې خو يو کلى، هغه چې دوه شوى و، نور هم په خپلو کې سره پردي کېدل. د هغوى په ودونو کې به دوى نه وو او د دوى په مرګونو کې به هغوى. يو له بله نه سره خبرېدل او همداسې يو له بله پردي کېدل.
***
نن زموږ په کلي کې څه بل شان ورځ وه. نن زموږ په کلي کې اتڼونه وو. نن زموږ په کلي کې ټولې تورې راوتلې وې. تېرې شوې وې او ځلاوې يې کولې. د ټولو زلمو ملاوې په دسمالونو تړلې شوې وې. ټول ټوپکونه پاک شوي او ډک شوي وو. ټول کلى يو لاس شوى و. له ښاماره هاخوا کلي ته یې هم په څه وسيله ځواب ورلېږلى و. کومه شپه چې ښامار په سخت خوب ويده و، د دې کلي کوم استازي هغه کلي ته تللى و او هغوى يې هم له ګډ هوډ نه خبر کړي وو. هلته هم نن همداسې حال و. هلته هم اتڼونه وو. هلته هم تورې تېرې شوې وې او ټوپکونه پاک شوي او ډک شوي وو. دوى هم راووتل. او هغوى هم. ټول کلى راووت. غوښتل يې چې د لارې ښامار له لارې پاڅوي. ګډې تورې يې ستونى ګډ ورڅيرې کړي او هغوى ټول روان شول. اتڼونه نور هم پسې تېز شول. امېدونه نور هم پاخه شول. له يوې خوا که امېدونو د ټولو شونډې موسکۍ کړې وې، نو له بلې خوا په اتڼونو او تکلونو کې څه عجيبه هېبت هم پروت و. ټول روان شول. ټول له ولولو او غورځونګونو سره يو ځاى روان شول.
هغه دى څو شېبې مخکې وروخوځېدل. د کلي د ټولو مېندو لاسونه پاس پورته شوي دي. ټولې خويندې د کوټو بامونو ته ختلې دي. ماشومان هم له کورونو راوتلي. ټول د کلي په لوى ډاګ کې حیران ولاړ دي. لکه چې غواړي مستئ وکړي، خو تر هغه چې کوم زېرى يې نه وي اورېدلى، ټول به همداسې وي. د لارې د ښامار د وژل کېدو زېرى او د لوى کلي د بېرته سره يو ځاى کېدو زېرى!
او ټول همدغه زېري ته سترګې په لاره دي.
١٢/٧/١٣٦٥هـ. ش.
اهدأ:
ګران ډاکټر اقبال فنا ته!
شاړې کوڅې
د ساجدې رنګ تک سور اوښتى و. په يوه سا جاويد ته لګيا شوه:
ـ پلار مې راته وويل چې نور (ړنګ مزار) ته مه ځه...
او دا خبره نه وه لکه په جاويد چې دې د تورې ګوزار کړى وي:
ـ څه! هلته مه ځه... ولې... په څه؟!
د ساجدې په خوله کې لاړې وچې وې:
ـ خداى خبر. چا به څه ورته ويلي وي...
ـ چا؟ چا به څه ورته ويلي وي... اخر څه به يې ويلي وي... ؟
ـ بده زمانه ده. هر رنګه خلک شته...
د جاويد رنګ تک زېړ شو. له لاسونو څخه يې کتابونه او کتابچې ولوېدې. په هغوى پسې ورټيټ شو. له خاورو او دوړو يې وڅنډلې. بېرته يې په تخرګ کې ونيوې او په نښتي غږ يې وويل:
ـ نو ته اوس نه ځې، که څنګه... ؟
ساجدې ورو شان ورته وويل:
ـ نن خو ته لاړ شه. يوازې لاړ شه... بيا به ګورو. ګورو به...
جاويد نور هېڅ هم ونه ويل، لکه چا چې له مرۍ نيولى وي. سر يې ټيټ کړ او روان شو. ړنګ مزار ته ورسېد، خو د لارې په مزل هډو پوه شوى نه و. هلته د ړنګ مزار تر څنګ د ونو لاندې کېناست. يو کتاب يې رابېرته کړ. د کتاب پاڼې يې په پرله پسې ډول اړولې
رااړولې. همدله په کور کې به درس سره وايو...
د جاويد زړه په دې خبره لږ تسل شو. بېرته يې په غنم رنګه مخ کې سرخي پيدا شوه.
له دې وروسته به هره ورځ جاويد د ساجدې کور ته د درس ويلو لپاره ورته. هغه چې به څنګه له ښوونځي راغى، نو په بيړه بيړه به يې ډوډۍ وخوړه او بيا به له کوره ووت. په تنګو او کږو وږو کوڅو کې تګ هغه ته ډېر په زړه پورې و. هغوى به د ساجدې د کور په کوم کونج کې چېرته درس ته کېناستل. درس به يې وايه. يو بل ته به يې سره کتل او ټوکې او مسخرې به يې کولې. زياتره به په يوه زاړه سرويس کې دواړه کېناستل. يو زوړ سرويس چې د ساجدې دوی د کور په يوه څنډه کې ولاړ و. ټايرونه يې په ځمکه کې لکه ورننوتلي چې وي. د ساجدې دوى هغه سرويس اوس خراب شوى و. اوس زوړ شوى و. هسې په يو کونج کې بېکاره ولاړ و. دوى دواړه به ورجګ شول او زياتره به يې په هماغه زاړه سرويس کې درس وايه. زوړ او خراب بس هغوى ته لکه ړنګ مزار داسې و او هغوى دواړو پرې د ړنګ بس نوم کېښود. د ړنګ مزار يادونه به يې په ړنګ بس کې يو ځل بيا راتازه شول.
هغوى دواړه يوه ورځ په ړنګ سرويس کې ناست وو. درسونه يې ويل. څه سيلۍ شان راوالوته. د جاويد وېښته يې د هغه پر سر ګډوډ او پرېشانه کړل. هغه غوښتل چې بېرته يې پر خپل سر جوړ کړي، خو ساجدې يو ځل بېرته په خپلو پستو لاسونو په بيړه بيړه د هغه وېښته د هغه پر سر لا پرېشانه کړل:
ـ ستا وېښته همداسې ښه دي... بې جوړېدو ښه دي. بې ږمنځه ښه دي... همداسې ښه دي... همداسې يې پرېده...
د جاويد زړه يو ځل په ټوپونو شو. مخ يې تک سور واوښت او چې ساجدې ته يې وروکتل، نو هغې هم سترګې ځمکې ته کړې. د هغې رنګ هم تک سور اوښتى و. هغې لا خپلې سترګې هماغسې ځمکې ته نيولې وې او ايله اوس جاويد د ساجدې ښايست ته له نزدې متوجه شو. په سپين مخ يې د شرم سوروالي هغه بل ډول ښکلى کړى و. جاويد ورو شان وويل:
ـ که ستا نه وي خوښ، نور به يې همداسې پرېدم...
او ساجدې ځان ناګاره کړ. د مخ سوروالى يې نور هم ځلېدونکى شو او د جاويد په زړه کې نور نور څه وروګرځېدل.
له دې وروسته، نو بيا جاويد خپل سر ږمنځ نه کړ. تل به يې وېښته پر سر همداسې پرېشانه پراته وو. اوس چې به هغه له ښوونځي راغى، نو له پخوا به يې زياته بيړه کوله چې خپل ځان د ساجدې کور ته ورورسوي. له خپل کور څخه د ساجدې تر کوره پورې کوڅې ورته لا ښکلې ښکارېدې. د تنګو کوڅو کږلېچونه هغه ته نور هم ګران شوي وو. هغه چې به په دغو کوڅو کې روان و، نو يو ډول خوښي به يې احساسوله. دا د هغه د کلي کوڅې، د هغه د مينې کوڅې او د هغه د ښايست کوڅې وې. کله چې به دواړه په ړنګ سرويس کې ناست وو، نو ړنګ سرويس هغوى ته له بل هر ځاى څخه ښکلى او مينه ناک ښکارېده. اوس به دوى دواړو ډېر درس نه وايه. خبرې به يې سره کولې. يو بل ته به يې سره کتل او همداسې خو ورو ورو يو د بل په زړه کې خوږېدل او سره نزدې کېدل. ړنګ سرويس اوس د دوى د خوږو کيسو دمه ځاى و او جاويد ته به د خپل کور او د ساجدې ترمنځ د کور کږې وږې کوڅې لا ښکلې ښکاره شوې. په زړه کې به يې ورتېر شول:
ـ يو وخت به دا کوڅې له ګلانو ډکوم... بې ګلانو هم ښکلې دي، خو که له ګلانو ډکې شي، له دغو کوڅو به څه جوړ شي!
او هغه به په زړه کې موسکى شو. زړه به يې وخندل او هغه ته به خپل کلى لا ښکلى ښکاره شو. د کلي کوڅې، ړنګ مزار او ړنګ سرويس هر څه او هر څه... ، خو کله کله به يې په زړه کې نورې خبرې ورتېرې شوې. څه سوچ به واخيست. د خپل پلار غريبي او د ساجدې د کورنۍ دېره، حجره، مزدوران، مزدورانې، موټرې، ځمکې او هر هر څه... او دغه هر څه به د جاويد پر ځان ورپرېوتل. هغه به يې خپه کړ او هغه به يې فرياد ته اړ کړ، خو هلته له ورايه به يې ساجده وليدله چې په موسکو شونډو ورته ولاړه ده او په لاس ورته اشارې کوي او له دومره لوى بوج سره سره به د جاويد شونډې هم موسکۍ شوې او لکه چې هغه بوج يې له شا غورځولى وي او کله کله به بيا دغه بوج ډېر دروند شو او جاويد به يې زيات ستړى کړ.
***
اوس دواړه د کلي له ښوونځي څخه خلاص شوي وو. ساجده اوس په خپل کور کې وه او جاويد له خپل کلي نه ډېر لرې کوم بل ځاى په لوړو ټولګيو کې درس وايه. اوس هم چې به جاويد په کومه رخصتۍ کې خپل کلي ته راغى، نو د کلي د تنګو او کږو کوڅو او ړنګ مزار په ليدلو کې به د ساجدې څېره هم ورمخې ته شوه او هغه ته به ړنګ سرويس ورياد شو. ساجده به ورياده شوه. تېر کلونه به ورياد شول او ګډ درسونه به يې پر زړه وروورېدل. اوس هم جاويد خپل سر ته ږمنځ نه وه وروړي. خپل وېښته به يې پاک ساتل او همداسې ګډوډ او پرېشانه به يې پرېښودل. دا د چا د خولې وينا وه. د چا د خولې سپارښتنه وه او هغه دغه وينا، دغه سپارښتنه نه شوه ماتولى. هېڅکله يې نه شوه ماتولى. جاويد چې به کلي ته راغى، نو په هغه او دغه بهانه به يې د ساجدې کور ته ځان ورورسولو. له لرې يا نزدې به يې ساجده وليده او هغه تېر يادونه به يې يو ځل بيا تاندکړل.
جاويد چې به له کلي لرې و او په خپلو درسونو کې به مصروف و، نو هلته به هم د کلي تنګې او کږې وږې کوڅې وريادې شوې. د هغه د مينې کوڅې او د هغه د ښايست د لارې کوڅې. ړنګ مزار به ورياد شو. ړنګ سرويس او ساجده... دغه ټول به ورياد شول او بيا به هغه د خپل کلي ارمان وکړ. د خپل کلي د کوڅو.
په يوه رخصتۍ کې جاويد کلي ته راغلى و. په دغه رخصتۍ کې يې ساجده ونه ليدلاې شوه. هغه ډېر خپه و او اخر يې يوه ورځ خپلې مور ته د ساجدې په هکله وويل. مور يې وارخطا شوه. د ځان او د هغوى ترمنځ ورته ستر توپير ښکاره شو او هسې په تعجب يې وپوښتل:
ـ موږ او ساجده... ته او هغوى...
او تعجب يې نور هم پسې زياتېدلو، خو جاويد په خپله خبره ټينګ ولاړ و. هغه نور هېڅ نه منل. هغه يوازې ساجده غوښتله، نور نو نه خپل غربت ورته څه معنا لرله او نه د چا شتمنۍ. هغه ته بې ساجدې ځان غريب ښکارېده او له ساجدې سره شتمن. مور او پلار يې مجبور شول. له ساجدې کره لاړل. د ساجدې مور او پلار يې ترې خبر کړل. هغوى د جاويد لپاره ساجده ترې وغوښتله، خو د دې غوښتنې ځواب يوازې قهر و او کله کله ملنډې. هغوى له ملنډو سره سره بيا هم څو څو ځل په يوه او بله وسيله د ساجدې مور او پلار ته وويل، خو هغوى دا هېڅکله نه شول منلاى چې د خپل درزي زوى ته خپله نازنينه لور ورکړي او بيا یې هغوى ډېر ورټل. د ساجدې له کوره جاويد بېخي بند شو. ټوله کورنۍ يې ترې بنده شوه او هغوى ته وويل شول چې نور به د ساجدې نوم نه اخلي.
د جاويد ژوند د بدمرغۍ پلو ته روان شو. هغه بېرته خپل کلي ته لاړ. درسونه يې نه شول ويلاى. هغه په آزموينه کې پاتې شو. هېڅ درس يې نه شو يادولاى. د هغه يوازې ساجده ياده وه. د خپل کلي کوڅې او د خپلې مينې او خپل ښايست کوڅې. درسونه يې پرې نه شول يادولاى. فکر يې کاوه چې هغه يادونه يې پرې پاک نه شي... د هغه رنګ تک زېړ اوښتى و. ټول هغه ته حیران وو. په بله ازموينه کې هم هغه بريالى نه شو. د ساجدې يادونو يې د ژوند شېبې ډېرې ورترخې کړې وې او هغه ډېر وختونه وروسته بيا کلي ته راغى.
دا ځل جاويد ته خپل کلى بل ډول ښکاره شو. هغه له بس څخه په تم ځاى کې کوز شو او کلي ته روان شو. خپل کور ته. هغه ته د کلي کوڅې هم دا ځل څه بل ډول ښکارېدې. هغه داسې فکر وکړ چې ګوندې دى په شاړو کوڅو کې روان دى او په شاړو کورونو کې. هغه چې څنګه د ړنګ مزار تر څنګه تېر شو، نو هغه ته ړنګ مزار هم د پخوا په څېر ښکاره نه شو. په ړنګ مزار کې يې د مينې نښې نښانې ونه ليدلې او هغه چې د خپلې مينې په کوڅه کې ورګډ شو او چې د خپل ښايست په کوڅه کې يې قدمونه پورته کړل، نو څه بل ډول احساس ورته پيدا شو. هغه ته ښکاره شول چې کوڅې شاړې دي. مينه په کې نشته. ښايست په کې نشته. له دې هر څه تشې دي. شاړې دي.
جاويد کور ته ورسېد. لکه چې په لاره کې يې هېڅوک هم نه وي ليدلي. په خپل کور کې ټول خپه ورته ښکاره شول. چا ډېرې خبرې هم ورسره ونه کړې. مور يې له ټولو زياته خپه ښکارېده. هغه يوې کوټې ته لاړ. ده هم له چا سره ډېرې خبرې نه کولې. ماښام يې کشره خور کوټې ته ورغله او يوه فيته يې ورکړه:
ـ دا هغه بله ورځ په يوه واده کې ساجدې پټه راکړه...
او د ساجدې د نامه له اورېدو سره، لکه چې جاويد له خوبه راپورته شوى وي. په خپل ځاى کې راکېناست. ايله وينه په کې وچلېدله. فيتې ته يې لاس کړ. يوه خوا او بله خوا يې ورته وکتل او بيا يې يوه اړخ ته کېښودله. خور يې په بيړه له کوټې ووتله. هلته له مور سره په څنګ کې کېناستله. مور يې نن زياته خپه ښکارېده. يوه مياشت مخکې يې ساجده د بل چا په نوم کړې وه. هغه دې ته په تعجب کې وه چې که جاويد ترې خبر شي او خامخا هم خبرېدونکى دى، نو هغه به څه وايي. څه به کوي. هغه ته خو خپل زوى ښه معلوم و.
هلته جاويد فيته راواخيستله او په ټايپ (راډيو کسټ) کې يې کېښودله. هغه فيته چالان کړه. سپينه وه. ښه يې تېره کړه. لا سپينه وه. دا مخ يې ټول سپين و. هغه فکر وکړ چې حتماً به يې په بل مخ کې څه وي. فيته يې پر بل مخ واړوله. لا تشه وه. هماغسې تشه وه. ټوله تشه وه او د جاويد په زړه کې تېر شول:
ـ ساجدې سپينه فيته رالېږلې ده... دا څنګه کېداى شي... ؟
او د هغه پام يو ځل بيا شاړو کوڅو ته واوښت.
هغه چې له مينې شاړې شوې وې. له ښايسته شاړې شوې وې او هغه ته ښکاره شول چې دا فيته هم لکه د تشو کوڅو او لکه د شاړو کوڅو داسې ده. لکه چې په فيته کې د جاويد او ساجدې د مينې د (فنا) سرود ثبات شوى و. جاويد فيته رالرې کړه.
په جېب کې يې واچوله او په چټکۍ له کوټې وووت.
١٣٦٤هـ. ش.
غرونه خبرې کوي
يوه داستاني طرحه
زموږ د کلي ګرچاپېر ټول غرونه وو. هرې خوا ته چې به دې وکتل يوازې غرونه ښکارېدل، يوازې غرونه. زموږ کلى، يو کوچنى کلى و. شا او خوا ته لوى او واړه غرونه او غونډۍ يې لکه چې د ساتنې مورچلې وې. هر يو غر بېل بېل نوم لرلو او بېل بېل جسامت او موږ ټولو له دغو غرونو سره عادت کړى و. لکه چې دا غرونه زموږ د ژوند يوه برخه وي او لکه چې موږ د دغو غرونو د ژوند يوه برخه يو.
يو غر زموږ کلي ته ډېر نزدې و. زموږ کلى د همدغه غر په بېخ کې و. لکه چې همدغه غر زموږ د کلي څارنه کوله. غر زموږ د کور پر سر ولاړ و. زموږ د کلي پر سر. زما چې يادېدل، نو همدغه غر له موږ سره و. موږ له همدغه غر سره وو. موږ يو ځاى ژوند سره کاوه. ما هم له غره سره عادت کړى و. هره شېبه به له غره سره وم او هره شېبه به غر راسره و. هغه زموږ د کلي پر سر ولاړ و. هغه ماته زيات ګران و. زه چې به له کلي نه کوم بل لرې يا نزدې ځاى ته لاړم، نو د خپل کلي غر به زيات رايادېده. په هغو غرونو کې به مې هم د خپل کلي د غره څېره لټوله، خو نه مې شوه موندلاى. کله کله به مې هسې تسکين پرې وکړ، خو کله به بيا د هغه څېره ډېره په زړه راوورېدله.
زه چې کوچنى وم، نو ما فکر کاوه چې غرونه هم لکه زموږ په څېر ژوندي دي. اوس هم کله کله همداسې فکر کوم. فکر کوم چې غرونه ژوندي دي. غرونه ناست دي. غرونه موږ ته ګوري. غرونه له موږ سره دي او موږ له غرونو سره او دا زه هسې نه وايم. ما ليدلي دي چې غرونه سوچ کوي. غرونه خاندي. غرونه ژاړي. غرونه ښادي کوي. غرونه ماتم کوي. غرونه کله زرغون شي. کله سپېره شي. کله اوښکې تويې کړي. کله يې سر تور وي. کله يې سپين. کله سمسور وي. غوړېدلى وي او کله مړاوي او که هغه ژوندي نه وي، نو څنګه داسې کېداى شي. هغه نو څنګه خبرې کولاى شي. هغه نو څنګه زموږ غږ راغبرګولاى شي، څنګه ځواب راکولاى شي!؟
زه اوس هم کله کله همداسې فکر کوم او چې د خپل کلي غر ته وګورم، نو باور مې لازيات شي. بېخي باوري شم. هغه خو لا تر اوسه ژوندى دى. هغه خو لا تر اوسه له موږ سره دى. موږ خو لا تر اوسه له هغه سره يو. غر څنګه مري! غر څنګه وژل کېږي؟ غر څنګه خپل ژوند له لاسه ورکولى شي؟!
ما ښه ليدلي دي چې زموږ غر، زموږ د کلي غر ژوندى دى. ما ليدلي دي چې د هغه په سينه کې هم زړه شته. د تيږو زړه، خو د تيږو داسې زړه چې له ډېرو غوښينو زړونو څخه نرم او مهربانه دى. يوه ورځ مې ښه په ياد دي چې زه مې پلار ډېر سخت وهلى وم. څه شيطاني او شوخي مې کړى وه او هغه ښه وډبولم. ما کړيکې کړې. ومې ژړل. ترې وتښتېدم. ما ړژل ما اوښکې تويولې. شا او خوا ته مې کتل. ډېرو کسانو ماته هسې رډ رډ کتل، خو څه يې نه ويل، لکه چې هېڅ هم نه وي شوي. ځينو به لا راپورې وخندل. زه يوې ډډې ته شوم. ښه مې له ځانه سره وژړل. ښې اوښکې مې تويې کړې او زما د خپل کلي غر ته پام شو. ومې کتل چې هغه ډېر خپه دى. هغه ژاړي او هغه څه ډېر سخت فکر وړى دى، ما ښه ورته کتل چې تر کومې ما ژړل، نو هغه هم ژړل او کله چې ما خپله ژړا بس کړه، نو هغه هم غلى شو او لکه چې هغه ماته څه تسکين راکوي. ما چې به هر څومره هغه ته کتل، نو زړه به مې زيات تسکين کېده.
څو ورځې وروسته زموږ په کلي کې يو واده و. موږ خوشحاله وو. ټول کلى خوشحاله و. ګڼې ګوڼې وې، ډنګ ډونګ و. ډز ډوز و. خنداګانې وې. مستۍ وې او ښادۍ وې. زه تر ډېره غره ته نه وم متوجه، خو يو ځل مې ورپام شو. که کتل مې غر هم خوشحاله دى. غر هم خاندي. په کړس کړس خاندي او د کاڼو د کړس کړس خندا غږونه يې تر ما رارسېږي. زه حیران شوم. ما هلته ناستو کسانو ته وويل. هغوى نه پوهېدل. هغو په ما پورې وخندل، ملنډې يې راپورې ووهلې، خو غر هماغسې خندل او او د غره د کاڼو د کړس کړس خندا غږونه لا هماغسې تر ما رارسېدل.
يوه ورځ زموږ په کلي کې وير و. څو کسان وژل شوي وو. په خپلو منځو کې په تربګنۍ سره مړه شوي وو. هغه ورځ زموږ کلى په وينو سور و. په ماتم کې ډوب و او کله چې ما د خپل کلي غره ته وکتل، نو هغه هم غمجن و. د هغه لمنې هم په وينو سرې وې. لکه چې د زړه ټوټې تيږي يې وژلې شوې وي. ليدل مې چې هغه ماتم کاوه. ليدل مې چې هغه ژاړي او ليدل مې چې هغه له سترګو وينې، بهولې. د کاڼو له سترګو.
د پسرلي او اوړي په شپو او ورځو کې چې به کله ښه شېبه باران وشو، نو له بارانه وروسته چې به ما غره ته کتل، نو هغه به ډېر خوشحاله راته ښکاره شو. هغه به ډېر پاک شوى او ښکلى شوى و. هغه به ډېر غوړېدلى ښکاره شو. لکه يو ماشوم چې خپلې مور پاک لمبولى وي. هغه همداسې له موږ سره اوسېدلو. هغه همداسې له موږ سره و. هر وخت او هره شېبه به راسره و. که زه به په کور کې وم، نو هم به غر راسره و. غر به زموږ په څنګ کې و. زموږ د کلي سپين ږيرو او سپين سرو به د غره په باب، د غره د هرې تيږي، هرې څنډې او هرې برخې په باب کيسې راته کولې. ويل به يې چې دلته د پېريانو او ښاپېريانو کورونه دي. په هغه بله څوکه کې يې يو وخت داسې پېښه شوې وه او په هغه بله څنډه کې يې څه بله پېښه. هغې بلې څوکې ته يې څومره کلونه پخوا يو هلک او يوه جلۍ له کلي نه پټ ورغلي وو. څو شپې ورځې يې هماغلته د مينې کور ځانته جوړ کړى و او بيا خلک خبر شول. څو تنه ورغلل. هماغلته يې ووژل. هماغلته يې ښخ کړل، ځکه هغې څوکې ته اوس خلک (شهيده څوکه) وايي. په هغه بله څوکه کې يې پخوا د اوبو يو لوى تالاو و. وايي چې د هغه تالاو په غاړه په پخوا وختونو کې پلانکۍ ښاپېرۍ او پلانکي ديو يو کور جوړ کړى و. هغه ښاپېرۍ يې په زور له خپله ځايه راتښتولې وه او موږ ته به ښکاره شول چې دا غر نه دى. دا افسانه ده او دا د افسانو د زمانو يوه نښانه ده.
او موږ چې به غر ته وکتل، غر به نور هم له پرتمه ډک راته ښکاره شو. موږ به نور هم غر ته نزدې شولو او غر به نور هم زموږ زړونو ته رانزدې شو.
غر اوس هم له موږ سره يو ځاى و. که موږ به ويده وو، غر به هم ويده و. که موږ به ناست وو، غر به هم هماغه ډول و. غر هماغسې له موږ سره يو ځاى خندېده. يو ځاى راسره ژړېده. يو ځاى يې ښادي راسره کوله او يو ځاى راسره جنګېده.
زما زړې نيا کيسې راته کولې چې د پرنګيانو په وخت کې دغه غر ټول مورچل مورچل شوى و. په ټول غر کې مورچلې جوړې وې. همدغه غر د کلي د خلکو سنګر و. همدلته ډېر خلک ووژل شول. همدلته موږ ډېرې ماتې وخوړې. همدلته موږ بري ته ورسېدلو. د همدغه غر په بېخ کې زموږ هديرې دي. همدلته غر له موږ سره هر څه وزغمل. له موږ سره يو ځاى وجنګېد او خپله ډبرينه سينه يې زموږ د دښمنانو په وړاندې سپر کړله او ماته به داسې ښکاره شول چې دا غر نه دى. تاريخ دى او دا د غره څوکې او تړې نه دي، د تاريخ پاڼې دي. هلته به د ټوپکو د ګوليو چلېدل داسې ښکارېدل، لکه چې غرونه خبرې کوي. هو! په جنګ کې به زموږ غرونو د ګوليو په ژبه خبرې کولې او اوس هم چې کله جنګ وي چې کله سنګرې جوړې وي، نو هغه غر د ګوليو په ژبه خبرې کوي، خو عجيبه ده. يوه شپه ما په خوب کې وليدل چې زموږ د کلي غر رانړېدلى دى. زموږ د کلي په خوا کې هغه غر هېڅ نه ليدل کېږي. زموږ کلى بې پرتمه شوى دى. زه سخت خپه وم. ما په خوب کې ژړل. زه په خوب کې خولې خولې شوى وم. زموږ پرتم رانړېدلى و. غر ويجاړ شوى و. هغه زموږ د مينې نښه، هغه زموږ د نيکونو د يادونو څلى، هغه غر، هغه غر چې ژوندى و. هغه غر چې مينه يې کوله او له موږ سره په هر څه کې شريک و. ما په خپل ځاى کې راټوپ کړ. راکېناستم. زه رښتيا ټول خولې خولې وم. له ځايه راجګ شوم. په يوه منډه بهر ووتم. د سپوږمۍ شپه وه. هرې خوا ته تته، خو ښکلې رڼا خپره وه. ما پاس وکتل. غر لا هماغسې پر ځاى ولاړ و. هماغسې په پرتم کې ولاړ و. هماغسې له موږ سره و. زه يې په ليدو زيات خوشحاله شوم او ما د غره په څنډو کې عجيبه شان انګازې واورېدلې، لکه چې هغه پوه شوى وي چې زه ترې څه پوښتنه کول غواړم. ما په انګازو کې واورېدل چې:
ـ زه به همداسې ولاړ يم او زما پرتم به تر هغې همداسې وي چې په تاسو کې پرتم وي. زما پرتم ستاسو په پرتم کې دى. زما نړېدل ستاسو په نړېدلو کې دي. که تاسو خپل پرتم وساته زه نه نړېږم. زه نه ويجاړېږم زه نه بې پرتمه کېږم...
او د غره انګازې زياتې شوې. ما ويل چې اوس د کلي ټول خلک له خوبه راويښ نه کړي. په بيړه بيړه راستون شوم، خو د غره انګازې مې لا هماغسې اورېدلې. انګازې همداسې زياتېدلې او اوچتېدلې او همداسې يې زما په غوږونو کې هنګامې جوړولې:
ـ که په تاسو کې پرتم و. زه نه نړېږم. زه نه ويجاړېږم. زه نه نړېږم... زه نه نړېږم... ، خو که په تاسو کې پرتم و...
١٣٦٥هـ. ش.
زانداني کچره
| رنګين کاکا يو ځل بيا په خپله کچره لاس راکش کړ. هغه په ټول ژوند کې همدغه يوه کچره لرله. هغه ته خپله کچره ډېره ګرانه وه. کچره د هغه ژوند و او هغه به خپله کچره لکه ناوې داسې ساتله. يوه شېبه يې هم له ياده نه وتله. د شپې به څو، څو ځلې له خپله ځايه راپورته شو. خپلې کچرې ته به ورنزدې شو او و به يې کتل چې په اخور کې ورته واښه شته او که نه؟ هغه چې به خپله سودا لرې کړه، نو ايله بيله به خوب ورغى. رنګين کاکا ډېر شوقي سړى و. په ځوانۍ کې خو يې عجيبه شان عادتونه لرل. بس هر څه چې به يې پيدا کول، په خپلو ملګرو به يې خوړل. تل به يې ډله ـ ټيله جوړه کړې وه. کله به په يو ځاى کې ناست وو او کله په بل ځاى کې.
غريب و. ځوان و خو بس دومره څه يې پيدا کولاى شول چې ورځ پرې شپه او شپه پرې ورځ کړي. هسې که چا به ورته په ټوکو کې وويل چې:
ـ رنګينه! پيسې ګټې، خو په ساتلو يې نه پوهېږې.
نو رنګين به ورته يوه غوړېدلې خوله خندا وکړه او بيا به يې ورته وويل:
ـ پرېده مړه! په ډېرو لېوني شحاله وي.
او رنګين کاکا به اوس هم هر چاته دغه خبره کوله. اوس هغه خپله ځواني خاورې کړې وه. اوس سپين ږيرى و، خو هغه د ځوانۍ له شوقونو نه، نه و خلاص شوى.
کله کله چې به ورته چا هسې په ملنډو کې وويل چې:
ـ رنګين کاکا! که پام دې کولاى، نو اوس به ولې داسې د پولۍ پړک ته ناست واى!
نو د هغه په خوله کې به همدغه يوه خبره وه:
ـ پرېده مړه! په ډېرو لېوني خوشحاله وي.
رنګين کاکا خپل وړوکى شان پټى ګرو کړ. يو څو روپۍ چې په دا دغومره وختونو کې يې پيدا کړې وې، هغه يې ورسره يو ځاى کړې او يوه کچره يې پرې واخيسته. هغه به په کچره ډېر پام کاوه. هغه ته کچرې ډوډۍ ورکوله. د هغه ټول کور ته يې ډوډۍ ورکوله، هغه ته، د هغه ښځې او درې لوڼو ته. هغه ته به نو کچره خود ګرانه وه. کچره يې په ښايسته ډېرو روپو اخيستې وه. کته يې لکه پالنګ داسې ورته جوړه کړې وه او يوه داسې ښکلې غاړکۍ يې هم ورته جوړه کړې وه چې په لاره به روانه وه، نو په شرنګا به يې د مستې پېغلې د ګونګرو ګومانونه کېدل. د هغه د کچرې يو نوم و. د رنګين کاکا کچره چې به کله په لاره تېرېدله، نو خلک به يې نندارې ته تم کېدل. ډول ډول ځوڼدي او ګونګري يې ورته راځوړند کړي وو. يوه ورځ ورته يوه هلک هسې په ټوکه کې وويل:
ـ رنګين کاکا! په کچره دې ولې دومره خواري کى... ځناور مې نه دى ليدلى او...
خو رنګين کاکا ورته تندى تريو کړ:
ـ ته څه پوهېږې، ماشوم يې کنه! د ناوې پيسې مې پې ورکړي، د ناوي، پوه شوې؟
او هغه رښتيا ويل. هغه چې هر څه لرل، په همدې کچره يې ورکړي وو. د کچرې د کتې او ګونګرو له درکه لا اوس هم پوروړى و. په کچره هغه خپله غريبي مزدوري کوله. مالونه به يې له يو ځاى نه بل ځاى ته پرې وړل. مزدوري يې بده نه وه. هغه به خپله کچره ښه درنه باروله او چې هر څومره لوى پېټى به يې کچرې ته ورپورته کړ، نو کچره به يې هماغومره په مستۍ روانه وه. هغه چې به کچره بار کړه، نو خپله کچره به لکه غر داسې ورته ښکاره شوه. له بار سره به د هغه کچره لا زياته ښکلې ښکارېده او د هغه کچرې به هم داسې ښکلى مزل کاوه چې له ورايه به ورته رنګين کاکا يو ډول غرور اخيسته. د رنګين کاکا کچره به د ټولو کچرو په سر کې روانه وه او که هر څومره وروسته به بار شوه، خو خپل ځان به يې له نورو کچرو وړاندې کاوه. له کچرې نه به يې چې بار لرې کړ، نو يوه ښه شېبه به يې د هغې ډډې ومښلى، لکه چې ناز ورکوي او بيا به يې په وښو ښه مړه کړه. تر څو چې به يې کچرې واښه نه وو خوړلي، نو ده به د ډوډۍ ګپ هم نه خولې ته کاوه او چې کچرې به په وښو کې خوله ښخه کړه، نو هغه به هم په بشپړه اشتها دسترخوان ته کېناست.
رنګين کاکا له ونې نه ټيټ شانته سړى و. له صورت نه ښه و. په مزل کې هم ښه چابک و او په بيړه بيړه به يې خبرې کولې. په کچره پسې به روان و، خو که هغه به په هرڅومره بيړه روانه وه، ده به خپل ځان ورپسې رسولى شو. پر هغه خپلې درې واړه لوڼې ګرانې وې. تل به يې ښه او ښايسته کالي ورته جوړول او چې د کچرې مزدوري به ښه وه، نو د دوى ډوډۍ به هم تل په غوړو کې وه.
يوه ورځ يې کچره ډېره درنه بار کړله، کچرې بيا ښکلى مزل شروع کړ او د رنګين کاکا په زړه کې بيا د خپلې کچرې په نسبت غرور راولاړ شو. هغه چې به هرکله خپله کچره په دومره لوړ لوړ او ښکلي ښکلي مزل وليدله، نو په زړه کې به يې د يو ډول غرور انګازې راولاړې شوې او په زړه کې به يې خپله کچره نوره هم ورته ګرانه شوه. نن هم همدغه ډول غرور ورته پيدا شو او په خپله کچره پسې يې پښه تېزه کړه. اوږد مزل و. ښې ډېرې کچرې په يوه ليکه روانې وې. يوه ډېره سخته لار راورسېدله. د غره په تړو کې په نريو لارو مزل و. د رنګين کاکا کچره په هماغسې غرور روانه وه. ګړندي ګړندي ګامونه يې اخيستل. دا ځلې يې بار هم زيات دروند و. د غره پر يوه تړه يې پښه وښويېدله، راولوېده. له تړو لاندې ورغړېدله، په هغې پسې څو نورې کچرې په هغه لاره ورولوېدې. د ځينو په کې پښې ماتې شولې. رنګين کاکا او نور کسان وارخطا شول ورمنډه یې کړه. ټولو له کچرو نه وري پرانیستل، د رنګین کاکا د کچرې کوم ځاى نه و مات. هسې خداى ساتلې وه، خو د هغه کچره په دوو پښو ګوډه شوه. رنګين کاکا شکرونه وکښل، هغه خوشحاله و چې لږ تر لږه، خو يې کچره ژوندۍ پاتې شوه. هغه يې کور ته راورسوله. څو مياشتې يې د کچرې په پښو دارو مارو وکړل او د هغې پښې هم ورو ورو جوړې شولې، هغه ته به اوس خلکو ويل چې:
ـ رنګين کاکا! درتم نه ويل چې کچره دې دومره مه جوړوه. زور دې يې وليده او که نه؟!
او رنګين کاکا به هر چا ته په ځواب کې وويل:
ـ خداى وساتله او خداى به يې ساتي.
خو رنګين کاکا به رښتيا هم له دې وروسته خپلې کچرې ته ډېر فکر کاوه. هغه به يې اوس ډېره ښايسته نه ساتله. کچره چې به يې کور ته ورسېدله، نو د رنګين کاکا ښځې به ورته سپېلني لوګى کړل. بيا به يې د سپېلنو لوښى په ځنډ سره د مېړه له څنګه تېر کړ او د سپېلنو دود به يې د خپلو لوڼو تر پزو هم ورورسولو. هغې به هم اوس خپل مېړه ته ويل چې:
ـ سړيه! دا وار خو د کچرې سر ته خير شو... دومره ناديدهګي پې مه کوه، هسې نه چې...
او د رنګين کاکا د ښځې په خوله کې به پاتې خبره وچه او همداسې نيمګړې پاتې شوه. نه يې غوښتل چې بشپړه يې کړي. نه يې شول کولاى. کچره د هغوى ژوند و. کچره د هغوى د ژوند نيکمرغي وه. رنګين کاکا خو به اوس هره ورځ خپلې ښځې ته ويل:
ـ ګوره چې بې سپېلنو يې له کوره ونه باسې... عجيبه سترګې هم شته دي.
ښځې به يې وويل:
ـ ويم خداى دې هغه سترګې وباسي چې زموږ کچرې ته به بد ګوري...
او بيا به يې په بيړه کچرې ته سپېلني لوګي کړل. تل به يې همداسې کول. رنګين کاکا به اوس هره ورځ خپلې ښځې ته همدغه سپارښتنه کوله، خو کچره اوس ښه شوې وه. بېخي ښه وه. اوس به دى هم که هر څومره لوى ورى پرې بار کړ. خپل هماغه پخوانى مزل يې کاوه، خو رنګين کاکا به له دې وروسته په دې پسې نه ګرځېده چې د خپلې کچرې بار ډېر دروند کړي. سپکه شان به يې باروله.
کله چې به د دوى کچرې په غرونو کې له حکومتي تاڼو تېرېدلې، نو يوه ټاکلې اندازه پيسې به يې تاڼو ته ورکولې. دا د تاڼه دارو او د دوى ترمنځ يوه ټاکلې اندازه وه او هر څومره چې به د کچرو تګ راتګ زيات و، نو د حکومتي تاڼه داران به خوشحاله وو، ځکه چې د هغوى ګټه به هم زياته وه. يوه ورځ د کلي نزدې شل کچرې له مالونو سره ونيولى شوې او له تاڼې نه يې حکومتۍ ته راوستلې، دا کچرې کومې لويې ګزمې نيولې وې. مالونه او بارونه به يې يوې او بلې خوا ته کول او د کچرو له خاوندانو به يې د ((جريمې)) په نوم ښې ډېرې روپۍ اخيستلې. په دغو کچرو کې د رنګين کاکا کچره هم وه. کچرې او د کچرو خاوندان يې ((حکومتۍ)) ته بوتلل. رنګين کاکا له څو تنو نورو کسانو سره يو ځاى څو ورځې وروسته د ((حکومتۍ)) په کوچني شانته زندان کې بندي و. يو څو ورځې وروسته يې ټول په ضمانت خوشې کړل، خو مالونه يې (ضبط) شول او کچرې يې هم ترې ايسارې کړې. رنګين کاکا د ((حکومتۍ)) کسانو ته ډېر سوالونه او زارۍ وکړې چې کچره يې ورسره پرېږدي، خو هغوى ونه منل. هر يوه به ورته ويل چې:
ـ ورشه! هر کله چې دې لس زره جريمه راوړه نو کچره به کور ته درسره بوځې.
او رنګين کاکا به بيا هم په زاريو ورته خوله راخلاصه کړه:
ـ زه به دومره پيسې د کمه کم... دا خو ډېرې زياتې دي... ډېرې زياتې دي...
خو هغه به په قهر سره ورته وويل:
ـ درځه... که پيسې پيدا کولى شې ښه او که نه، نو کچره به دې همدلته وي.
رنګين کاکا به زړه غټ کړ:
ـ اخر دا خو ځناور دى. دا پرېدئ. زما په ځاى يې پرېدئ. دا خوشې کئ او ما بندي کئ... د دې په ځاى ما بندي کئ. په ځناورو ولې داسې سخته راولئ...
خو د رنګين کاکا خبرو ته چا غوږ نه ايښوده او که غوږ به يې هم ورته کېښود، نو په اخر کې به يې يوه خوله خندا پرې وکړه او نور به يې خبرې څه تاثير پرې نه لاره.
د کچرو خاوندان يې له بنده خوشې کړل او کچرې يې بنديانې کړې. د رنګين کاکا زړه ټول له کچرې سره و. هغه بايد لس زره روپۍ ((جريمه)) پيدا کړې واى او که نه، نو د هغه کچره د هغه له لاسه وتله. د کلي د نورو کسانو کچرې چې بنديانې وې، هغه چا چې پيسې لرلې، نو خپلې ((جريمې)) يې ورکړې او کچرې يې کور ته بوتللې او نور کسان لکه د رنګين کاکا په څېر حیران وو چې څه وکړي؟ نه يې له کچرو زړه ويستلى شو او نه يې دومره درنده ((جريمه)) ورکولاى شوه.
د رنګين کاکا کچره پوره څلور مياشتې په ((حکومتۍ)) کې پاتې شوه، په دا دومره وخت کې به هغه هره ورځ په ډېره اوږده لاره ((حکومتۍ)) ته تلو او د خپلې کچرې پوښتنه به يې کوله.
کچره يې له يوې ورځې نه بلې ته ډنګرېدله. د رنګين کاکا زړه به هم د کچرې په هر وار ليدو زهيرېده، خو د هغه له لاسه هېڅ نه وو پوره. هره ورځ به يې يو پنډ واښه ((حکومتۍ)) ته له ځانه سره راوړل. د ((حکومتۍ)) حاضر باشانو ته به يې سوالونه او زارۍ وکړلې چې دا واښه يې کچرې ته وروړې. هغه واښه به يې ترې واخيستل، خو خداى خبر چې په وښو به يې څه کول؟ که يې کچرې ته ورکولای، نو ولې به له يوې ورځې نه بلې ورځې ته د کچرې دا حال و! له رنګين کاکا نه لاره ورکه وه. د پيسو درک يې هېڅ نه و. له پلار نه يې يو دوه لوېشتې پټى پاتې و چې هغه يې لا پخوا ګرو کړى و، هغه وخت چې کچره يې اخيستله. په پټي يې ګېډې نه شوې مړېدلای او مجبور شو چې پټى ګرو کړي او کچره پرې واخلي. حیران و چې ښه نو اوس څه وکړي. د خپلې کچرې حال يې چې يوه ورځ ډېر بد وليد، نو يو څه فکر ورته پيدا شو. هغه چا ته ورغى چې د ده پټى پرې ګرو و، هغه ته يې وويل:
ـ که لس زره نورې هم راکې، نو پټى بېخي دستا شو. ((بيابات)) دې شو...
او هغه ګروي والا لومړى څه هغه دغه وکړل چې پيسې راسره نه شته، خو وروسته يې په زړه کې تېر شول چې خبره مې په ګټه ده. څه موده وروسته يې پيسې ورته پيدا کړې او رنګين کاکا ته يې ورکړلې. رنګين کاکا له خپل ټول پټي نه د تل لپاره لاسونه ومينځل او خپله ځمکه يې د هغه په نامه کړه. رنګين کاکا بله لاره نه ليدله. يا يې بايد له کچرې لاس وينځلی واى او يا له خپلې ګرو شوې ځمکې. ځمکې خو هغه بې له دې هم نه شو ساتلى، ځکه خو نو مجبور شو چې ځمکه بېخي خرڅه کړي او کچره تر کوره کړي. هغه اوس په زړه کې ډېر خوشحاله و. اوس يې د ((جريمې)) پيسې ترلاسه کړې وې. هغه شپه يې له زياتې خوښۍ پوره خوب هم ونه کړ. په خوب کې به يې هم کچره ليدله. هماغسې ښايسته او هماغسې تکړه. ده به ورى پرې بار کړ او بيا به يو ډول غرور ورته پيدا شو. کچره چې به د غره هماغې پخوانۍ لارې ته ورسېدله، نو راوبه لوېده او رنګين کاکا به يو وار چيغه کړه او له خوبه به راپورته شو. ټوله شپه پرې په همدغو سوچونو او خوبونو کې تېره شوه.
سهار د وخته راجګ شو. په ډېره بيړه يې اودس وکړ او له لمانځه وروسته نېغ ((حکومتۍ)) ته روان شو. هلته چې ورسېد، نو له خپلو جېبونو څخه يې په رېږدېدلو لاسونو پيسې راوکښلې او د ((حکومتۍ)) د مشر د مېز پر سر يې کېښودې. په ټيټ شان غږ يې وويل:
ـ صیب! اوس نو هغه کوټوالي ته ووايه چې کچره مې راپرېدي... کچره مې بېخي له لاده باده وتلې ده...
او هغه په لوړ اواز کوټوالي ته ورغږ کړ:
ـ وه هلکه! ورشه د سپين ږيري کچره وروسپاره. همدومره يې بس دى... سپين ږيرى دى. نور يې مه په عذابوئ...
رنګين کاکا له خوشامندو حاکم ته ډېرې دعاګانې وکړې. کوټوالى وووت. له څو شېبو وروسته همداسې په بيړه راننووت:
ـ صیب! وايي چې د سپين ږيري کچره بېګاه مرداره شوې ده. په ډېره سختۍ مو هغه مرداره ايسته کندو ته وروغورځوله...
خو رنګين کاکا نوره خبره وانه ورېدله. يو وار پرې سر وګرځېد او پر ځاى راولوېد.
١٣٦٣هـ. ش.
اهدا:
غلام محمد موسی زي ته!
بنګړيوالې نګارې زما
خپلو وړو لمسيانو يې هغه ډېر تنګ کړ. دا يې اوله ورځ نه وه. هره ورځ به يې يوې، يوې لمسۍ ورته ويل:
ـ تا خو ويلي وو چې بنګلي به دله لاولم... کمه دى... کمه دى...
ـ پلون خو دې ويلي وو چې لاولم يې کنه...
| او هغوى به په ژړا شوې:
ـ ما له بنګلي... بنګلي...
ـ بنګلي دې ولې نه دي لولي...
څو ورځې کېدلې چې هغه له خپلو دوو کوچنيو لمسيو سره وعده کړې وه چې بنګړي به درته راوړم، خو له بازار نه چې به کور ته تللو، هغه وعده به يې بېخي له ياده ووتله. اخر هغه ډېر تنګ شو. نور يې نو د کوچنيو لمسو ژړا نه شوه زغملى. نن يې دا هوډ ونيو چې خامخا به بنګړي ورته اخلم. دا يې لومړى ځل و چې بنګړي يې اخيستل. د چوک خوا ته روان شو. هلته چې هر څومره ورنزدې کېده، نو له ځان سره به يو ډول خجالت ورته پيدا کېده. له ځانه هم شرمېده. هغه په دې سوچ کې و چې بنګړي اخيستل، خو د ښځو کار دى. نزدې وو چې له نيمې لارې بېرته راستون شوى واى، خو بيا يې لمسيانې وريادې شولې او بيا يې د هغوى لج ته فکر شو:
ـ بنګلي دې ولې نه دي لولي...
ـ ما له بنګلي... بنګلي...
هغه بېرته خپله پښه تېزه کړه. لمسيانې هغه ته ډېرې ګرانې وې، د خپل ايکي يوازيني زوى لوڼه يې وې. هغه به ډېرې نازولې.
هغه چوک ته ورسېد. هلته به د لارې پر سر يوه ليکه بنګړيوالې ناستې وې. هلته به تل ګڼه ګوڼه وه. ښځې، کوچنيانې، پېغلې، ماشومان او کله کله يو نيم ځوان... بنګړيوالو به خپل خورجينونه خپلو مخو ته ايښي وو او د بنګړو بازار به يې جوړ کړى او ګرم کړى و. دا د بنګړو ډېر مشهور بازار و. سره، شنه، زېړ، تور، سپين او نور رنګا رنګو بنګړو به د بازار ښايست څو چنده زيات کړى و.
هغه ته د بنګړو يوه ډېرۍ ډېره ښکلې ښکاره شوه. مخامخ وروران شو. د بنګړو د ډېرۍ مخې ته د پښو په سر کېناست. د بنګړو په ډېرۍ کې يې د سترګو لټون پيل کړ. ډېر ښکلي ښکلي رنګونه وو. هغه غوښتل چې ډېر زر خپله سودا وکړي او په بيړه لاړ شي. هسې نه چې څوک بلدي يې وګوري. يو ځل يې خپل شا او خوا ته وکتل او بيا يې له بنګړيوالې وپوښتل:
ـ د ماشومانو دپاره څو دانې بنګړي راکه!
بنګړيوالې خپلې سترګې راپورته کړې او په ناز يې ترې وپوښتل:
ـ څنګه بنګړي... ته يې خپله خوښ که کنه!
ـ مقصد چې بنګړي وي... بنګړي... وړو ته يې وړم...
ـ ته وګوره کنه... دا ټول بنګړي دي... کوم دې خوښ دي!
او د هغه سترګې له بنګړيوالې سره مخامخ شوې. د بنګړيوالې سترګې ښکلې وې. د هغې د بنګړو د بازار په څېر ښکلې ورته ښکاره شوې. تورې، سپينې او سرې ځلېدونکې. هغه خپلې سترګې د بنګړيوالې په سترګو پورې وګنډلې او خداى خبر چې په زړه کې يې څه ورتېر شول. تر اوسه يې دومره ښکلې بنګړيواله نه وه ليدلې. غوښتل يې له هغې وپوښتي چې: ته او بنګړي! ته ولې بنګړي خرڅوې... ؟ څه شېبه ځنډ يې هم وکړ. خوله يې څه خبرو ته جوړه کړه، خو بېرته يې شونډې وتړلې. خبرې يې نه شوې کولاى. خبرې ترې هېرې شوې وې. بنګړيواله تنکۍ پېغله وه. په غنم رنګه مخ کې يې د پېغلتوب سرخۍ هر چا ته پټې پټې اشارې کول. سترګو يې لکه چې د بنګړو د بازار رنګ اخيستې و. د سپين رنګ په منځ کې تور رنګ به کله نصواري رنګ ته متمايل شو او کله به نور هم ښه پوخ شو. څنډې يې سرې وې، لکه چې د بنګړو رنګونو خپلې وړانګې په کې ځلولې. هغې بيا پوښتنه وکړه:
ـ لکه چې په دا دومره بنګړو کې دې هم خوښ نه شو... که څنګه؟
او هغه ايله اوس خپلې سترګې د هغې د سترګو له لټون څخه د بنګړو خواته واړولې. هغه نور په ځان پوه نه شو. خداى خبر څو دانې لوى او واړه بنګړي يې څنګه په بيړه راواخيستل، پيسې يې ورکړې او نوره يې يوه خبره هم له بنګړيوالې سره ونه کړله. هغه چې څو قدمه راتېر شو، بيا يې څه په زړه کې وروګرځېدل. بېرته ورغى. بيا هغه د بنګړو بازار ورياد شو او بيا يې غوښتل چې د بنګړو په بازار کې د سترګو د بازار ننداره وکړي. هغه ځان ته حیران و. په پښو کې يې د تګ توان نه و پاتې. بېرته پښېمانه شو. بيا يې خپله لاره ونيوله. څو قدمه لا وړاندې نه و تللى چې بېرته راوګرځېد. څه عجيبه چل پرې شوى و. بيا د بنګړو بازار ته راغى. هغې بنګړيوالې بل چا ته بنګړي ورکول. بيا يې خپلې سترګې په هغې پورې وګڼدلې. بنګړيواله هغه ته نه وه متوجه. هغه بيا ورنزدې شو:
ـ دا بنګړي خو لوى او واړه دي... دا خو...
او هغې په بيړه ورته وويل:
ـ خو تا خپله واخيستل. تا خوښ کړل کنه. ونيسه نور خوښ کړه.
او د هغه سترګې بيا د بنګړيوالې له سترګو سره مخامخ شوې. دا ځل په هغه څه بله کانه وشوله. لکه د هغې په سترګو کې يې چې نور څه ليدلي وي. رښتيا يې د هغې په سترګو کې نور څه وليدل... بلې خواته لاړ... بل وخت ته لاړ.
هغه د طالبانو پاچا و. هغه دنګه ځواني لرله. نوم یې غلام و. ټولو به پاچا صیب ورته وايه. ځکه چې هغه د طالبانو پاچا و او غلام بيا عجيبه پاچاهي هم چلوله. هغه وختونه به د هرې سيمې طالبانو ځانته يو يو مشر د طالبانو د پاچا په نوم ټاکه او غلام د يوې لويې سيمې د طالبانو پاچا و. مسته ځواني يې وه. اوږدې څڼې به يې پرېښې وې او په څه عجيبه پرتم کې به ګرځېده. د طالبانو پاچاهي غټه خبره وه. لکه د مستۍ پاچاهي او لکه د ځوانۍ پاچاهي. په هغه پسې به ډلې ډلې طالبان روان وو. د دوى له ډاره به ځمکه هم رېږدېدله. د دوى به په هر ځاى کې درنښت کېده او په تېره بيا چې به يې پاچا ورسره و. د طالبانو پاچا د ځوانانو پاچا و. څه د مټو زور، څه دنګه ځواني او څه د طالبانو پاچاهي! دغو ټولو له غلام نه څه عجيبه ځوان طالب جوړ کړى و. د طالبانو پاچا.
يوه ورځ هغه يوې سيمې ته تللى و. يوه لويه ډله طالبان هم ورسره وو. په عجيبه مستۍ کې به ګرځېدل. هلته دوى ټول د يوې بلې سيمې د طالبانو د پاچا مېلمانه وو، خو اوس د څه شېبې لپاره له نورو طالبانو جلا شوى و. په يوه لاره کې روان و. يوه جلۍ مخې ته ورغله. مخ يې لوڅ و. سترګې يې د غلام له سترګو سره مخامخ شوې. جلۍ د غلام زړه د هغه له سينې يووړ. يوه شېبه دواړو يو بل ته سره رډ، رډ وکتل. جلۍ هم په شونډو کې موسکۍ شوه، خو ډېر زر يې خپل مخ پټ کړ او روانه شوه. غلام هم ورپسې شو. تر ډېره يې هغه وڅارله، خو ځان بد ورته ښکاره شو. اخر هغه د طالبانو پاچا و او بيا هغه جلۍ د غلام له سترګو پناه شوه. هېڅ پوه نه شو چې پر کومه خوا لاړه او پر کوم کور ورننوتله، خو غلام له دې وروسته ارامه ورځ ونه ليدله. تل به يې هماغه سترګې مخې ته وې. هغه چې به هر چېرته و، خو چې هغه دوه سترګې به وريادې شولې، له يوې مخې به يې له سترګو اوښکې روانې شوې، خو هغه هېڅ نه شو کولاى. هغه دوه سترګې له هغه ورکې وې او هغه هيچا ته هم دغه راز ښکاره نه کړ. د شپې چې به يې ژړا پيل کړه، هغه به کوم چا له خوبه راپورته کړ. بيا به يې هم له سترګو اوبه روانې وې. په هغه څه عجيبه چل شوى و. له هغه سترګې ورکې وې. بيا يې چې هر څومره ولټولې، پيدا يې نه کړې. هغه به له دې وروسته هر چېرته په سترګو پسې ګرځېده. هغه د ځوانۍ جوش يې نه و پاتې. هغه ټوله مستي ترې په يو ځل الوتې وه. اوس هم غلام د طالبانو پاچا و، خو ټول طالبان حیران وو چې د هغوى پر پاچا، پر غلام څه چل شوى دى.
غلام بيا هم په دوو سترګو پسې ډېر وګرځېد. بيا يې هم په يوه او بله بهانه د هغه کلي ټولې کوڅې ولټولې، خو هغه سترګې يې پيدا نه کړې. د اننګو هغه ښايست يې ونه موند او د شونډو هغه وروستنۍ لنډه شان موسکا يې بيا چرې په نظر ورنه رغله. د هغه طالبي هم نيمګړې پاتې شوه. هغه بشپړ ملا نه شو، ځکه چې د دوو سترګو لټون هغه د کتابونو له لټون څخه خلاص کړى و.
ډېر وختونه همداسې تېر شول او غلام بيا هغه سترګې پيدا نه کړې. تل به يې هغه سترګې تر سترګو کېدې، خو هغه سترګې د تل لپاره له غلام نه ورکې شولې او يوازې د هغو د سترګو د خاطرې ورسره پاتې شولې. ډېر کلونه غلام له همدغې خاطرې سره اوسېدلو او ځورېدلو.
اوس هم هغه سترګې لا دغلام په سترګو کې وې. اوس هم چې لا ډېر کلونه تېر شوي وو، هغه سترګې د غلام په خاطره کې ژوندۍ وې. نن چې يې د بنګړيوالې سترګو ته وکتل، نو هماغه سترګې يې په سترګو کې ژوندۍ شوې. د بنګړيوالې سترګې ورته کټ مټ د هماغې جلۍ په شان ښکاره شوې. لکه چې اوس يې هغه سترګې پيدا کړې وي. لکه چې اوس يې د هغو سترګو جوړه پيدا کړې وي. بيا يې خپلې سترګې د هغې په سترګو کې ښخې کړې وې او يو ځل د هغه له خولې ووتل:
غنچه فم ګل عذارې زما
بنګړيوالې نګارې زما
بنګړيوالې له هغه وپوښتل:
ـ څه وايې؟
او غلام ايله اوس ځان ته متوجه شو. يوې او بلې خوا ته يې وکتل او په لړزېدلي غږ يې همدومره وويل:
ـ هسې... هسې... ما ويل چې...
بنګړيواله موسکۍ شوه. غلام ته بيا هغه د کلونو پخوا موسکا او هغه د ځوانۍ موسکا، هغه د پېغلتوب موسکا ورياده شوه. بيا يې په شونډو کې زمزمه کړه چې:
غنچه فم ګل عذارې زما
بنګړيوالې نګارې زما
بنګړيواله دا ځل په قار غوندې شوه:
ـ وه کاکا! که بنګړي اخلې، خو واخله. کنه څه همداسې ناست يې او کله بنګړو ته ګورې او کله ماته...
د غلام بيا ځان ته فکر شو:
ـ ښه، ښه اخلم يې... خو ته يې خپله راکړه.
بنګړيوالې څو بنګړي غلام ته ورکړل او غلام له هغه ځايه راپورته شو. خپل شا او خوا ته يې وکتل. له ځانه وشرمېده. دلته ورته دومره ناسته مناسب ښکاره نه شوه، خو بيا هم هغه خوشحاله ښکارېده. لکه څه چې يې موندلې وي. ورکې شوې سترګې یې موندلې وې. خپله دنيا يې موندلې وه.
غلام د بنګړو له بازاره راروان شو. څو څو ځلې يې شاته وکتل. لکه چې زړه يې نه غواړي له دې ځايه لاړ شي. پښې پرې درنې شوې وې. په سختۍ يې پورته کولې. بيا بيا به يې خولې ته همدا راتلل چې:
غنچه فم ګل عذارې زما
بنګړيوالې نګارې زما
هغه چې ځوان و، هغه چې طالب و، نو شاعري يې هم کوله، خو اوږده کلونه يې شاعري بس کړې وه. خداى خبر څنګه يې د بنګړيوالې په ليدلو يو ځل د شعر ورکې چينې هم راوخوټېدې. لکه چې ورکې سترګې يې پيدا کړې وي. لکه چې ورک شعرونه يې راپيدا شول.
له دې وروسته به غلام خپلو لمسيو ته هره ورځ بنګړي وروړل. اوس که به هغوى ترې بنګړي وغوښتل او که نه، خو ده به بنګړي ورته اخيستل. که کومه ورځ به يې لمسيو د بنګړو ورته وويل، نو دى به زيات خوشحاله شو او سبا ته به يې خامخا بنګړي ورته اخيستي وو. هغه که مخکې د بنګړو بازار ته په ورتګ شرمېده، خو اوس يې هلته ورتګ عادت شوى و. هلته يې خپلې ورکې سترګې موندلې وې. هلته يې د بنګړو بازار و. هلته يې د سترګو بازار و او هلته يې د مينې بازار و. غلام به د بنګړو د اخيستو په بهانه د بنګړيوالې څنګ ته ورغى. ډېره شېبه به د بنګړويوالې مخې ته کېناست. د هغې د سترګو په جامونو به يې د يادونو د خاطرو تنده ماته کړه. اوس غلام ته بنګړيواله هر څه وو. د بنګړو بازار د هغه د ژوند بازار جوړ شوى و. اوس به غلام لکه د پخوا په څېر له ځانه نه شرمېدلو. که بل څوک به هم هلته مخې ته ورغى، غلام به ترې نه شرمېدلو. اوس هلته ورتګ ورته عادي او حتمي خبره وه. بنګړيواله به هم کله کله له ځانه سره حیرانه شوه. هغه به په سوچ کې شوه چې دغه سپين ږيرى څنګه هره ورځ بنګړي اخلي؟ څنګه يې سترګې زما خوا ته وي؟ لکه چې نه د بنګړو په غم کې وي او نه يې د پيسو په غم کې. هر څو روپۍ چې ورته ووايم، په بيړه يې له جېبه راوباسي. بنګړي په جېب کې واچوي او بيا يې هم سترګې زما خوا ته وي، خو هغې به په دې باب سوچ بېرته راوګرځاوه. په زړه کې به يې ورتېر شول:
ـ هر څنګه چې وي... زما مقصد د بنګړو خرڅول دي. زما مقصد د پيسو ګټل دي...
بنګړيوالې يوازې د پيسو ګټل غوښتل او يوازې د بنګړو خرڅول، نور يې نو په بل څه فکر نه کولو. هغه په دې هم پوه شوې وه چې د هغې پېغلتوب او غنم رنګى ښايست د ټولو خوښېږي او د نورو بنګړيوالو په نسبت تل د هغې مخې ته د پيرودونکو ګڼه ګوڼه وي، خو په دې خبره به هغه خپه کېدله نه، لا به پرې خوشحاله شوه.
غلام همداسې هر مازديګر د بنګړو بازار ته ورته. هلته ورتګ يې اوس لکه د خپل پنځه وخته لمانځه په څېر نه قضا کاوه. هغه به په پل خشتي کې خپل د مازديګر لمونځ وکړ او بيا به د بنګړو بازار ته ورغى. د ماښام لمونځ به يې خپل کور ته رسولو. کله کله به غلام ته هم عجيبه فکرونه ورپيدا شول:
ـ اخر دا به څنګه شي؟ زه سپين ږيرى يم... د لمسيانو خاوند يم... دا خو زما د لمسۍ په ځاى ده او بيا بنګړيواله ده...
او چې د بنګړيوالې سوچ په ورغى، نو بيا به يې يو ناڅاپه شونډو کې زمزمه کړل چې:
غنچه فم ګل عذارې زما
بنګړيوالې نګارې زما
هغه ته اوس بنګړيواله له هر چا نه زياته ګرانه وه، خو بيا به هم کله کله ځان ته حیران شو چې زه او بنګړيواله! اخر دا د ورکو سترګو سودا به څنګه شي؟ اوس له هغه نه خپل دوستان هم خبر وو. د بنګړيوالې راز اوس ټولو ته ښکاره و. کله کله به خپل کوم ملګري ورته وويل:
ـ که دې خوښه وي چې جرګه درته پې وکو.
بل به په کې وويل:
ـ هو! درته به يې راواده کو... خو پيسې به غواړي نور څه؟
او غلام به هېڅ نه ويل. هسې نرۍ شان موسکا به يې کوله او بيا چې به ځينو کسانو ډېر تنګ کړ، نو همدومره به يې وويل چې:
ـ زما داسې نه ده خوښه... زما د واده لپاره نه ده خوښه...
هغه به رښتيا هم کله له ځانه سره فکر وکړ چې زما دا دومره هڅې اخر د څه لپاره دي او هغه به خپله هم له ځانه سره حیران غوندې شو، خو هغه ورکې سترګې پيدا کړې وې. هغه نه غوښتل چې بېرته يې له لاسه ورکړي. غلام اوس څه بل ډول مينه لرله. نه يې د بنګړيوالې له مينې ځان ژغورلى شو او نه د دې مينې په انجام پوهېده. د هغه په زړه کې له ډېرې مودې دا تېرېدل چې کاشکې بنګړيواله، خو زما له دې مينه په څه ډول خبره شوې واى او بيا به بېرته پر زړه کې وروګرځېدل چې:
ـ څه ګټه. هغه خو بنګړيواله ده... او بنګړيواله...
خو زر به يې په زړه کې تېر شول:
غنچه فم ګل عذارې زما
بنګړيوالې نګارې زما
بيا به يې نورې خبرې په زړه کې وروګرځېدلې او څه نورې خبرې به يې په شونډو کې زمزمه کړې. بيا به يې د ورکو سترګو خاطرې ورژوندۍ شوې. بيا به يې ذهن ځوانۍ ته لاړ. هماغه کلي او هماغې کوڅې ته او هماغو سترګو ته. بېرته به يې بنګړيواله په زړه کې تېره شوه. بېرته به يې زړه ډاډه شو. يو څه به تسل شو. خوشحاله به شو او بيا به يې په زړه کې ورتېر شول...
ـ هغه خو بنګړيواله ده... د بازار بنګړيواله...
خو يوه ورځ هغه هوډ ونيو چې هېڅوک هم خبر نه کړي. د بنګړو په بهانه د بنګړو بازار ته ورشي او هغه له دغې مينې خبره کړي. غلام هلته ورغى. د بنګړيوالې مخې ته کېناست. سترګو ته يې ځير شو. بيا يې د خاطرو لمبې په زړه کې بلې شوې. په لړزېدلي غږ يې بنګړيوالې ته وويل:
ـ که بنګړې خرڅ نه کړې، نو څه... ورک یې کړه!
او بنګړيوالې لکه چې د هغه خبره سمه نه وي اورېدلې:
ـ څه شى. بنګړي ورک کړم...
د غلام غږ نور هم لړزېدونکى شو:
ـ ورک کړه دا بنګړي... ورک يې کړه...
بنګړيواله حیرانه شوه:
ـ څه شى. بنګړي ورک کړم... خوښ دې نه شول په کې که څنګه؟
د غلام غږ نور هم لړزېدونکى شو:
ـ خوښ مې دي، لکه ستا د سترګو داسې دي... ښکلي دي خو...
او بنګړيوالې په کټ کټ وخندل.
ـ ښکلي دي... خو چې ښکلي دي وايې خله کنه...
غلام د زاريو په ډول وويل:
ـ د خندا خبره ده... هسې په پرده کې مې وويل... ستا سترګې زما ورکې سترګې دي او نن مې پيدا کړې... اوس...
بنګړيوالې خپله خندا نوره هم پسې زياته کړه:
ـ راشئ... سپين ږيرى کاکا څه وايي... واورئ! څه وايي؟
او له دې خبرې سره سم له غلام نه ګڼ شمېر بنګړيوالې راتاو شوې وې. خنداګانې يوه له بلې نه لوړه اورېدله کېده. غلام په سترګو کې ورک شوى و. سر پرې وګرځېد. د بنګړو رنګونه يې د سترګو له رنګونو سره شريک شول. سر پرې زيات وګرځېد. ټوله دنيا پرې وګرځېده او ټوله دنيا ورته بنګړي بنګړي او سترګې سترګې ښکاره شوه. لکه چې دغه ځلا د خندا په څپو کې ورکه شوې وي.
١٣٦٤هـ. ش.
ولاړې تيږې
يوه داستاني طرحه
ګودرونه لا هماغسې ګرم وو. په پسرلي او اوړي کې به دغه ګودرونه لا پسې ګرم شول. د پسرلي ښايست به يې لا پسې زيات کړ او د سين د يخو اوبو مزه به يې داسې ښه او خوږه کړه، لکه چې مينه يې په کې ګډه کړې وي. لکه چې ښايست يې په کې وېشلی وي. لکه چې اوبه هم پېغلې وي، خوندورې وي. خوږې وي او ښکلې وي.
زموږ په کلي کې څو ګودره وو. هسې خو زموږ کلى د سين پر غاړه و او ټول ګودر ګودر و، خو له لوى کلي سره نزدې لوى ګودر، بيا نوم لاره. هغه رښتيا هم ګودر نه و، د ښايست باغ و. د ښکلو بڼ و. د هغه ګودر په لاره به تل د لویو او وړو جنکو او پېغلو يو بهير روان و. له ورايه به داسې ښکارېدل لکه چې د لوى ګودر په لويه لاره کې چې ګلان کرل شوي وي او ګلان همداسې روان وي او بيا د ګودر په غاړه دغه ګلونه خواره واره شي چې ګلان کرل شوي وي او ګلان غاړه دغه ګلونه خواره واره شي. د مينې دغه ګلونه او د ښايست دغه ګلونه. د ګور په سر به د جونو او پېغلو مېله جوړه وه. خبرې به وې. خنداګانې به وې. مستۍ به وې. ټوکې - ټکالې به وې او د سين څنډو به هم داسې مستي ورسره شروع کړه، لکه چې پېغلې اوبه له ځوانو ګودرونو سره مينه کوي او مستي کوي او يا يې لکه چې ځوانې اوبه له پېغلو ګودرونو سره.
زه چې ګودر ووينم، چې د سين د څنډو مستي وګورم، زه چې د ګودرونو په لارو کې پېغلوټي بهيرونه ووينم، نو ماته زموږ د کلي هغه مشهوره کيسه راياده شي. هغ چې نښې نښانې يې همدغه زموږ د کلي د لوى سړک يوه اړخ ته اوس هم ليدلى شي. هغه د کلونو پخوا کيسه چې زموږ د کلي هر زوړ او ځوان ته ياده ده او کله چې د لوى سړک يوې غاړې نه په ټيټه شان تپه ولاړې تيږې وويني، نو بيا يې هغه کيسه راياده شي او بيا هغو وختونو او هغو پېښو ته لاړ شي. دا کيسه هر چا ته ياده ده. زموږ په کلي کې ډېره مشهوره ده. موږ کوچنيان وو چې خلکو به دا کيسه کوله. موږ ته به عجيبه شان ښکاره شوله. موږ چې ځوانان وو، هم دغه کيسه زموږ په خلکو کې، زموږ په کلي کې هماغسې مشهوره وه. موږ چې به دا کيسه واورېدله، نو حیرانتيا به مو لازياته شوه. تاسو که يې واورئ هم شايد او حتٰى خامخا به تعجب وکړئ. تاسو به يې واورئ، زه به دغه د خپل کلي کسه درته وايم. هغه چې ما له خپلو خلکو اورېدلې ده. هغه چې اوس هم زما په کلي کې مشهوره ده او اوس يې هم زما په کلي کې نښې نښانې لا ولاړې دي. ولاړې تيږي يې نښې نښانې دي. زه به د همدغو ولاړو تيږو په باب درته ووايم. د دغو ډبرينو نښو په باب. دا زما د کلي کيسه ده. زما د کلي د خلکو.
له نن نه ډېر کلونه پخوا چې د کلي ګودرونه همداسې ګرم وو. د کلي په څنګ کې سين همداسې په مستۍ بهيده او چې د کلي او ګودر ترمنځ لارې همداسې له مينې او ښکلا ډکې وې. پرنګيان دې سيمې ته راغلل. ګودرونه ساړه شول. د سين څپې له مستۍ وغورزېدلې. د ګودرونو او کلي ترمنځ لارې د مينې او ښکلا په ځاى د ډار په لارو بدلې شوې. يو وخت داسې هم راغى چې ټول نارينه، ټول ځوانان مورچلو ته وختل او مورچلې له کلي نه يو څه وړاندې وې. په غرونو کې وې. هغوى جګړه کوله، خو ډوډۍ او اوبه بايد ښځو وروړې واى. د کلي ښځو او پېغلو همداسې کول. پېغلو به له ګودرونو څخه منګي ډک کړل، خو اوس په ګودرونو کې خنداوې نه وې. د مستۍ پېغلوټي ګودرونه د ماتم په ګودرونو بدل شوي وو، منګي به يې راواخيستل او بيا به يې مورچلو ته جګول.
يوه ورځ ټکنده غرمه وه چې يوه ښه ډلګۍ پېغلې راروانې شولې، په لوى ګودر کې يې منګي ډک کړل. څو وړې جنکۍ هم ورسره وې. هغوى هم واړه واړه منګوټي له ځانه سره رااخيستي وو. له کلي نه رابهر شول. خپلو خپلو مورچلو ته يې منګي ورسول. ښې ستړې شوې وې. جنګيالي چې يې په اوبو ماړه کړل، نو ټولې بېرته راکوزې شولې. سره يو ځاى شوې. يوه ښه شېبه يې د غره په يوه اړخ کې دمه جوړه کړله. دوى هم د جنګ جګړې په باب خبرې او کيسې سره کولې. خنداوې نه وې، خنداوې ورکې شوې وې، خوښۍ او مستۍ تښتېدلې وې. دمه چې يې جوړه شوله، نو راپاڅېدلې، خپل منګي او منګوټي يې هم له ځانه سره راواخيستل. بېرته کلي ته راروانې شولې. خپلو کورونو ته.
د پېغلو او جونو ډلګۍ چې يو څه مزل وکړ، نو له ورايه يې يو څه په نظر ورغلل. ټولې حیرانې شولې. ټولې پر ځاى ودرېدلې. کله به يې هماغې خواته کتل چې څه يې نظرونو ته ورغلي وو او کله به يې يوې او بلې خواته حیران حیران سره وکتل. يوې په کې غږ کړ:
ـ لکه چې... پرنګيان دي...
او له دې غږ سره د ټولو سپينې وتښتېدلې. رنګونه يې تګ سپين واوښتل. حیرانتيا يې لا پسې زياته شوله. هغوى نور هم رانزدې شوي وو. يوې بلې غږ کړ:
ـ رښتيا پرنګيان دي. همدوى دي... همدوى دي...
او بيا ټولو په لړزېدلو او غمجنو او ټيټو اوازونو تکرار کړه:
ـ پرنګيان دي...
ـ همدې خواته راروان دي. همدې خواته.
ـ رښتيا پرنګيان دي...
ـ هغه دى ډېر په بيړه دې خواته راروان دي...
اوازونه يې نور هم پسې ټيټ شول. رنګونه يې نور هم سپين واوښتل. لکه چې يو څاڅکى وينه هم نه وي په کې. حیرانتيا يې له پخوا لاپسې زياته شوه. پرنګيان اوس بېخي رانزدې شوي وو. اوس ښه سم پېژندل کېدل. لويه ډله پرنګيان وو. وسله ورسره وه او همدغې خواته راروان وو. کلى لا لرې و. د کلي مورچلې هم وړاندې وې. پېغلې حیرانې وې چې اوس نو څه وکړي. کومې خواته لاړې شي. هسې نه چې پرنګيان راورسېږي او...
او ټولو يو ځل د دعا لپاره لاسونه جګ کړل.
ـ خداىه موږ تيږې کړې... تيږې... چې د پرنګيانو لاس ته ور نه شو.
او همداسې وشول. بيا نو جنکۍ او پېغلې چا ونه ليدلې. تيږې په ځمکه کې ښخې وې. لويې او وړې تيږې. ولاړې تيږې. د منګو په څېر، د لويو او وړو منګوټو په څېر ګردې ګردې تيږې يې په سرونو پرتې وې او هغه پېغلې، هغه جنکۍ ټولې ولاړې تيږې شوې...
زما د کلي د پېغلو او جونو کيسه همدغه وه. اوس هم په هغه ځاى کې زما په کلي کې هغه ولاړې تيږې شته. اوس هم زموږ په کلي کې د ولاړو تيږې کيسه د خلکو په ذهن کې ده. اوس هم چې د ولاړو تيږو هديرې ته څوک ورسېږي، نو لاس پورته کړي او ولاړو تيږو ته دعا وکړي. ولاړو پېغلو ته او ولاړو پېغلوټو ته.
دا کيسه اوس هم ژوندۍ ده. دا کيسه اوس هم زموږ د خلکو په خولو کې ده او ولاړې تيږې اوس هم ژوندۍ دي. اوس هم ولاړې دي. اوس يې هم منګي پر سر دي.
دا زما د کلي د خلکو کيسه ده. ماته د تاريخ افسانه ښکاره شي او لکه چې نيم يې تاريخ وي او نيمه يې افسانه. داسې کيسې زموږ په کليو کې ډېرې دي. زموږ ټول کلي له همدغسې کيسو ډک دي، خو زما د کلي دغه کيسه، دغه تاريخي افسانه چې تاسو ته مې واوروله، هېڅکله زما له ياده نه وځي. زه اوس هم چې کله ولاړې تيږې ووينم، نو څه عجيبه تصور راته پيدا شي. زه ګورم چې ګوندې هغوى هماغسې ژوندۍ پېغلې دي او هماغسې د اوبو منګي يې پر سر دي او ولاړې تيږې، تيږې نه دي، ولاړې پېغلې دي. اوس زموږ په کلي کې د ولاړو تيږو هديره ډېره مشهوره هديره ده. هېڅوک يې له مخې له لاس پورته کولو، له دعا پرته نه تېرېږي.
| د ولاړو تيږو کيسه او يا هم د تاريخ يوه افسانه اوس هم زموږ په کلي کې ژوندۍ ده. هم په کورونو کې، هم په جنګونو کې او هم په ګودرونو کې. د ولاړو تيږو کيسه. د ولاړو تيږو افسانه. زموږ د کلي د ولاړو تيږو افسانه.
٢١/٢/١٣٦٥هـ. ش.
زلمي سرونه
| خداى خبر چې سويلۍ ترور به څنګه په هر اختر کې هر چا ته همدا خبره کوله او که هر چا به په اختر کې ورته، وويل چې:
ـ سويلۍ ترور. اختر دې مبارک شه!
نو هغې به په بيړه ورته وويل:
ـ ښاد شې بچيه! په صورت جوړ اوسې. روغ صورت اختر دى.
بيا به يې داسې لږه شېبه ځنډ وکړ او وبه يې ويل:
ـ د زلمو سرونو ته دې خير وي... همدا اختر دى.
بيا به يې نو هېڅ نه ويل. بله خبره به يې نه کوله، خو له دغې خبرې وروسته به په څه سوچ کې لاړه. څه به يې ويل، خو يوې او بلې خواته به يې حیران حیران وکتل.
سويلۍ ترور به په اختر کې نوې جامې هم نه کولې. هسې خو به يې له وسه هم نه وې پوره، خو که پوښتنه به دې ترې وکړه چې:
ـ سويلۍ ترور! اختر ته دې نوې جامې نه دې کړي؟
نو لومړى خو به يې يو څه ځنډ وکړ. فکر به يې پرېشانه شو، خو بيا به يې ډېر زر يوه مصنوعي شان موسکا پر شونډو راخوره کړه او وبه يې ويل:
ـ بچيه! موږ اوس خپل عمر خوړلى دى. نوې جامې خو به تاسو زلميان اغوندئ. زموږ لپاره روغ صورت هم اختر دى...
او بيا به يې له لږې شېبې ځنډ وروسته ادامه ورکړه:
ـ ستاسو سر ته دې خېر وي. د زلمو سر ته دې خېر وي. همدا هر څه دي. همدا اختر دى.
موږ ته به لومړى داسې ښکارېدل چې ګوندې د سويلۍ ترور نوې جامې خوښې نه دي، ځکه د اختر لپاره نوې جامې نه کوي، خو خبره داسې نه وه. هغې نوې جامې نه شوې کولاې. سويلۍ ترور خپلې د ناوېتوب جامې اوس هم د احتياط له مخې په ګڼ شمېر ټوټو او دسمالونو کې تاو کړې وې. او د يو چا او بل چا زړې او مښلې جامې په يې په غاړه کې وې. که چا به زړې جامې ورکړې، نو د هغې يوازينۍ دعا به ورته دا وه:
ـ د زلمو سرونو ته مو خداى خیر لره!
او دا خبره به يې بيا بيا په شونډو کې له ځانه سره تکراروله:
ـ د زلمو سرونو ته دې خیر وي... د زلمو... د زلمو...
دا خبره به يې لا هماغسې پر شونډو جاري وه او خداى خبر چې کومو سوچونو به د فکر په سمندر کې لاهو کړه. مخ به يې تک سپين واوښت. سترګې به يې له اوښکو راډکې شوې. د اوښکو څو پرله پسې څاڅکي به ترې راتوى شول. ډېره شېبه به پر ځمکه کېناستله او وروسته به له ځايه پورته شوله. زړه به يې يو څه سپک شوى و. بيا به يې بېرته خپله خبره راواخيستله:
ـ روغ صورت اختر دى او چې صورت روغ وي، نو تل اختر دى. لږه شېبه به وځنډېده او بيا به يې وويل:
ـ د زلمو سرونو ته دې خیر وي.
ـ موږ کوچنيان وو. تل به مو سويلۍ ترور په عذابوله. هغه به مو لېونۍ ګڼله او چې اختر به راورسېده، نو موږ به د يو ځل اختر مبارکي پر ځاى، له سلو ځلو څخه هم زيات، سويلۍ ترور ته اختر مبارکي ويله. موږ کوچنيانو چې به هغه وليدله، نو له هرې خوا به مو پر هغې چغې جوړې کړلې:
ـ سويلۍ ترور اختر دې مبارک شه!
ـ جامې دې مبارک شه، سويلۍ ترور!
او بل به پرې ورغږ کړ:
ـ د زړو جامو هم څوک مبارکي ورکوي؟
بل به وويل:
ـ اختر مبارکي دې زده او که نه!
او موږ ماشومانو به هر هر چا يو څه ويل. هر ځل چې به هغه مخې ته راغلله، همدغه خبرې به تکرارېدلې، خو د هغې په خوله کې هماغه خبرې وې. هماغه ځوابونه وو:
ـ بچو! په صورت روغ اوسئ. روغ صورت اختر دى.
او بيا به يې ادامه ورکړه:
ـ د زلمو سرونو ته دې خېر وي. اختر همدا دى.
هر کال او هر اختر به د سويلۍ ترور اختر مبارکي زموږ لپاره يوه لوبه وه. زموږ د اختري مېلو يوه لويه برخه به همدغه پر سويلۍ ترور د ملنډو وهل وو. موږ ته به دغه هر څه، دغه ټولې خبرې. دغه ټولې پوښتنې او ځوابونه لوبې او ملنډې ښکارېدلې. موږ به فکر کاوه چې ګوندې لويه لوبه مو ځان ته پيدا کړې ده. تل به مو هغه په عذابوله، خو عجيبه خبره دا وه چې کله مو هم د هغې تندى تريو نه و ليدلى. موږ ته زموږ په دغو ملنډو هغه هېڅکله په غصه شوې نه وه. موږ که به هر ځل هغه وليدله، که هر ځل به مو هغې ته اختر مبارکۍ ورکړلې او که بيا بیا مو د اختر مبارکۍ له امله د هغې په غوږونو کې انګازې جوړې کړلې، خو هغه هېڅکله موږ ته نه په قهرېدله. هغې به هماغه يو ځواب راته وايه:
ـ بچو! روغ صورت اختر دى. او چې بنيادم جوړ وي، نو تل اختر دى.
بيا به يې هماغه يوه لنډهکۍ شېبه ځنډ وکړ او خبرې ته به يې ادامه ورکړه:
ـ خو د زلمو سرونو ته دې خېر وي... د زلمو... د زلمو...
په يوه اختر کې موږ سويلۍ ترور ډېره په عذاب کړله. موږ اختر مبارکي ورکوله. له هرې خوا مو چغې پرې جوړې کړې وې. هغې هماغه همېشني يو ډول ځوابونه راکول، خو موږ هغه نه پرېښودله. يوه خوا او بله خوا ترې راچاپېر شوي وو. چا به يو څه ورته ويل او چا بل څه. هغه مو ډېره تنګه کړله، خو هغه بيا هم نه راباندې په قارېدله. هماغه خبرې يې بيا بيا تکرارولې:
ـ د زلمو سرونو ته دې خېر وي... د زلمو... د زلمو...
او موږ بيا هم ترې راچاپېر شولو. هغه مو نوره هم تنګه کړه. ډېره مو په عذاب کړله. په همدې وخت کې زموږ د کلي يو سپين ږيرى راښکاره شو. هغه چې موږ وليدلو، نو تعجب يې وکړ. راغږ يې کړ:
ـ خېر خو دى... څه لوبه مو جوړه کړې ده؟
او موږ لکه د هغه خبره چې هېڅ اورېدلې هم نه وي. سويلۍ ترور مو په منځ کې راګېره کړې وه او د پوښتنو او اختر مبارکيو باران مو پرې جوړ کړى و. هغه سپين ږيرى دا ځل موږ ته رانزدې شو او په قهر يې راغږ کړ:
ـ تاسو ته وايم... له سويلۍ څه غواړئ؟!
موږ چوپ شولو. هغه سويلۍ ته ورنزدې شو او لکه چې معذرت ترې غواړي په کراره يې ورته وويل:
ـ سويلۍ! دوى هر څوک همداسې په عذابوي. واړه دي. نه پوهېږي.
او سويلۍ ځواب ورکړ:
ـ نه، نه! دا خو ټول زما بچي دي... د بچو سر ته دې خېر وي.
بيا يې لږه شېبه ځنډ وکړ او خبرې ته يې ادامه ورکړه:
ـ د زلمو سرونو ته دې خېر وي... د زلمو... د زلمو...
او له دې خبرې سره سم په خپله مخه روانه شوه. هغه چې لږه لرې لاړه، نو سپين ږيري موږ ته خپله امسا وخوځوله او راته يې وويل:
ـ راشئ چې يو څه درته ووايم:
موږ د هغه پر شا او خوا راټول شوو. هغه وويل:
ـ سويلۍ بيا په عذاب نه کړئ. هغه ډېره دردېدلې ده. هغه نوره مه دردوئ. هغې يوازې يو زوى لاره. هغه يې د مېړه يوازينۍ پاتې شوې نښه ده. سويلۍ خپل ټول ژوند په هغه پورې تړلى و. هغه لکه ستاسو په څېر کوچنى و. بيا زلمى شو. هغه يې په ډېرو خواريو رالوى کړ او بيا يوه ورځ د هغې د ژوند هيلې نيمه خوا شوې. د هغې يوازينى زوى يې يوه ورځ په ګولو سورى د هغې مخې ته کېښود. يوه ورځ هغه چا وژلى و او د سويلۍ پر ژوند يې اور لګولى و. د هغې يوازينى زلمى زوى يو چا له هغې واخيست. لکه هر څه چې يې ترې اخيستي وي. دا چې هغه څنګه په ګولو سورى شو، دا بېله کيسه ده. دا ډېره اوږده کيسه ده.
سپين ږيري دا وويل او بيا غلى شو. لږه شېبه وروسته هغه د امساء په زور پر لاره روان شو او په تلو تلو کې يې موږ ته همدومره وويل:
ـ هغه نوره په عذاب نه کړئ... هغه ډېره دردېدلې ده. نوره يې مه دردوئ. هغې ته اوس تاسو ټول د خپل بچي په شان ښکارئ. هغه اوس تل د زلمو د سرونو د خېر دعا کوي... هغه مه په عذابوئ!
سپين ږيري په تګ تګ کې همداسې خبرې وکړې او بيا له موږ څخه پناه شو. موږ همداسې پر ځاى ولاړ پاتې شولو. يو بل ته مو حیران حیران کتل او بيا ټول خپلو خپلو کورونو ته روان شوو. موږ ټولو په کورونو کې دا خبره وکړله او موږ ته په کور کې هم ټولو همدا خبرې وکړلې. موږ د سويلۍ د ژوند او بدمرغۍ په ټوله کيسه ځان ښه خبر کړ. موږ به يو بل ته همدا کيسه سره تېروله او د ټولو په کورونو کې دا کيسه يو شان وه.
موږ ټولو ته په کورونو کې هم همدا ويل شوي وو:
ـ سويلۍ مه تنګوئ... هغه ډېره ځورېدلې... هغې ته نور درد مه رسوئ!
او له دې وروسته رښتيا هم هغه موږ په عذاب نه کړه. اوس چې به موږ هغه له ورايه وليدله، نو د هغې په څېره کې به مو نور څه ليدل. زموږ د ټولو په زړونو کې به د هغې له ليدلو سره سم تېر شول:
ـ زلمو سرونو ته دې خېر وي... د زلمو... د زلمو...
او هغې به هم پر لاره همدا خبره کوله:
د زلمو سرونو ته دې خېر وي... د زلمو...
| او بيا به زموږ او د هغې خبرې سره ګډې شوې:
ـ د زلمو سرونو ته دې خېر وي... د زلمو... د زلمو...
١٣٦٢هـ. ش.
نيمګړې لار
هغه د هندارې له مخې رالرې شوه. فکر يې وکړ چې همدومره سينګار بس دى. ښه پوره سينګار يې کړى و. هغې چې به سينګار وکړ، نو بېخي بله څېره به ترې جوړه شوه. خپل اصلي ښايست به يې څو چنده نور هم زيات شو. او که په دې وخت کې به هر چا وليده، نو بيا به يې خامخا په زړه کې وروګرځېدل چې کاشکې دومره شته خو راسره واى چې اوس مې د پيسو باران پرې جوړ کړى واى.
| بختۍ تنکۍ پېغله وه. نن يې ښه ډېر وخت د هندارې مخې ته تېر کړ. چېرته چې يې د سينګار ښه سامان لرلو، هغه یې وکاراوه. تر اوسه يې دومره فېشن نه و کړى. نن هغې ته خپل ((خاوند)) ويلي وو چې ښه پوره سينګار به کوي. نن ښه سم ((مېلمانه)) راځي. همداسې وه. نن د هغې ليدو ته ښه سم مېلمانه ورتلل. ښه ډک مېلمانه ورتلل. دوه تنه. د شتو خاوندان. د پوره اعتبار خاوندان او د غټو جېبونو خاوندان، ځکه خو يې خاوند ورته ويلي وو چې ځان ښه جوړ کړي. ښې سندرې ووايي. ښه نڅا وکړي. ښې پيسې راټولې کړي. ښه نازونه او کرشمې وکړي او هر څنګه چې کېږي پيسې راخپلې کړي، پيسې. ځکه خو نن هغې هم ښه د مړې خېټې فېشن وکړ. هغې ته په بله کوټه کې ((مېلمانه)) منتظر وو. ((خاوند)) يې څو ځلې د هغې د سينګار کوټې ته ورغى، خو هغه چې به يې په سينګار کې بوخته وليدله، همدومره به یې وویل:
ـ هغوى راغلي!
او بېرته به له کوټې و ووت. بختۍ ځان نور هم ښه جوړ کړ. ځان ته په هنداره کې ښه ځير شوه. سينګار يې بشپړ ورته ښکاره شو. هغه هندارې ته نوره هم ښه ځير شوه. هغې ته خپل کوچنيتوب ورياد شو. هغه چې کوچنۍ وه، نو مور به يې هم تل همداسې سينګارونه کول. هغه به د مور دغو سينګارونو ته حیرانه پاتې وه او کله چې به يې مور په کوټه کې نه وه، نو هغه به هم هندارې ته نزدې شوه او د مور د سنګار له سامانه څخه به یې په پټه په مخ پورې پوډر موډر ووهل. يوه ورځ يې مخ تک سور کړى و. کالي يې هم ټول رنګ کړي وو او کله چې يې مور راغله، نو هغه يې ښه وډبوله. هغې ژړا پيل کړه. چغې يې کړې او يو ځل بختۍ ځان ته متوجه شوه. هغه هېندارې ته ناسته وه. هغې ژړل او چې ځان ته يې وکتل، نو جوړ شوې سينګار يې لږ لږ خراب شوی و. بېرته یې سینګار بشپړ کړ. د هغې خاوند بیا راننوت. د هغه له راننوتلو سره سم بختۍ له ځایه جګه شوه او کرار کرار ورروانه شوه. کله چې د ((مېلمنو)) پر کوټه ورننوته، نو د عطرونو څپو کوټه په سر واخيستله. د کونګرو شرنګا، د زړونو تارونه شرنګول او د هغې د ((خاوند)) په برېتونو کې د خوښۍ او ښادۍ موسکا راڅرګندېدله. هغه چې به خپلې سينګار شوې بختۍ ته وکتل، نو يو ډول غرور به ورته پيدا شو او په زړه کې به يې وروګرځېدل:
ـ که همداسې وي، خو پاچا به شم... دا ښايست. دا ناز او ادا... دا نڅا، دا اوړېدل - رااوړېدل، دا نازونه سينګارونه، دا دومره پيسې! اخر په دومره پيسو خو به خامخا پاچا کېږم.
او بيا به يې نور نور څه زړه ته وروګرځېدل. بيا به يې د راغلو ((مېلمنو)) غټو خېټو ته فکر شو او ډکو جېبونو ته يې. بيا به يې دغه فکر له جېبونو څخه بلې خواته نه تلو او هماغلته به ښخ شو. د هغه د ژوند ټول فکرونه او سوچونه په همدغو غټو جېبونو کې وو. تل به يې فکرونه په هماغو جېبونو کې بند وو او تل به يې د جېبونو په باب فکر کاوه. د جېبونو د څنګه تشولو په باب. له هغې ورځې راپه دېخوا چې يې بختۍ په برخه شوې وه او هغه يې په پنجه کې ګېره شوې وه، نو د لويو او ډکو جېبونو د تشولو ډېره ښه لاره يې موندلې وه. هغه ته يوازينۍ لاره همدا ښکارېدله.
بختۍ چې څنګه کوټې ته ورننوتله، نو د راغلو دوه تنو ((مېلمنو)) زړونو ټوپونه شروع کړل. رنګونه يې نور هم تک سره شول او لاړل د بختۍ په نازونو او سينګارونو کې ډوب شول. نن د بختۍ نازونه هم له پخوا زيات شوي وو. نن يې له ښکلا سره هم خدايزده څه ملګري شوي وو. نن يې څه نورې نخرې کولې. هغې هم ليدلي وو چې د ((مېلمنو)) جېبونه ډک دي او هغې د ډکو جېبونو په څېر خپل ځان هم له سينګارونو او نازونو ډک کړى و. څه شېبه وروسته ساز پيل شو.
کوټه ټوله سندريزه شوه. د هارمونيې غږونو هم نازونه پيل کړل. طبلې هم سندريزې شوې او د ګونګرو شرنګا هم ښکلې او مسته شوه. بختۍ جګه شوه او څومره چې يې د ناز نڅا ياده وه، هماغومره يې ونڅل. کله چې به ستړې شوه، نو دمه به يې وکړه او په دمه کې به يې هم اداګانې او نازونه ورګډ کړل. او بيا به دا نازونه او اداګانې برابر د ((مېلمنو)) پر جېبونو ورننوتل، شنه و سره لوټونه به يې د هغو له جېبونو راوښکل او د بختۍ پر زلفو به يې باد کړل. د کوټې ځمکه ټوله لوټونو فرش کړې وه او بختۍ به د لوټونو په درمند کې نڅل. هغې چې به لاندې ځمکې ته د لوټونو فرشونو ته وکتل، نو نڅا به يې نوره هم له نازه ډکه شوه. نوره به هم تاو راتاو شوه. نورې به يې هم خپلې زلفې خورې ورې کړې او نور به يې هم خپل حرکات زړه تښنوونکي کړل. له هغې شېبې چې بختۍ کوټې ته ورغلې وه، نو د ((مېلمنو)) سترګې بيا له بختۍ نه بلې خواته نه وې اوښتې. بس سترګې يې په بختۍ کې ښخې کړې وې او خپل راوړي لوټونه به يې بنډل په بنډل پر بختۍ ورشيندل او د بختۍ نڅا به نوره هم ښکلې او خوږه شوه. د هغې تاوېدل - راتاوېدل به نور هم په زړه پورې شول. هغه به نوره هم له نازونو ډکه شوه او بيا به د هغې د ((خاوند)) زړه نور هم له مستۍ او خوښۍ ټوپونه پيل کړل. سترګې به يې ورپولې او په زړه کې به يې له بختۍ نه افرينونه ځار کړل.
بختۍ ښه ډېره شېبه ونڅل او بيا نڅا بس شوه. د بختۍ ((خاوند)) له کوټې ووت. سازيانو هم هارمونيه او طبله شاته واچول او له کوټې ووتل. بختۍ له هغوى سره يوازې په کوټه کې پاتې شوه. د کوټې ځمکه لا هماغسې په لوټونو فرش وه. بختۍ به کله د هغوى غټو خېټو ته وکتل. کله د لوټونو فرش ته، کله غټو جېبونو ته. لږه شېبه وروسته د بختۍ ((خاوند)) بيا کوټې ته ورننوت، د لوټونو فرش يې ټول راټول کړ او د کوټې ترې لاندې فرش بېرته سپېره شان ښکاره شو. له ((مېلمنو)) سره يې په اشاره څه وويل او بيا بېرته په بيړه له کوټې ووت. بيا کوټې ته رانه غى. بختۍ له ((مېلمنو)) سره يوازې پاتې شوه. بختۍ به تل له ساز، سرود او نڅا وروسته همداسې له راغلي کس يا راغلو کسانو سره يوازې پرېښودله کېدله. دا د بختۍ ژوند و. دا د بختۍ کار و او دا د بختۍ د ژوند ټولې شېبې وې. دلته به چې هر څومره لوى جېبونه راوړل شول او هر څومره ډک جېبونه چې به دې ((کور)) ته راننوتل، بيا به له يوې مخې تش شوي وو. هغوى چې به بېرته وتل، نو بيا به يو لوټ هم نه و ورسره پاتې. دا د بختۍ کمال و او دا کمال هغې ته خپل ((خاوند)) ور زده کړى و.
د بختۍ ((خاوند)) عجيبه شانته سړى و. له ونې ټيټ و. په عمر کې خو له بختۍ نه بېخي زيات و. هغه يې بېخي د لور په ځاى وه. ((خاوند)) يې هغه له کوم ډېر لرې ځاى څخه له ځانه سره راوستلې وه. هسې په نامه يې دى ((خاوند)) و، خو په بختۍ يې د پيسو د پيدا کولو تکل کړى و. دا يې د ((خاوند)) کسب او کار و او دا اوس د بختۍ کسب او کار هم و. بختۍ خپلې مور هغه ته ورکړې وه. مور يې هم همداسې وه او د مور ((خاوند)) يې هم همداسې. هغوى ټولو د جېبونو په تشولو ژونده کاوه. د ډکو او لويو جېبونو په تشولو.
د بختۍ ژوند هم اوس همداسې جوړ شوى و. د لويو او ډکو جېبونو تشول او په هغې ژوند کول. د ځان خرڅول او په هغې ژوند کول. د ((ژوند)) خرڅول او په هغې ((ژوند)) کول. بختۍ اوس همداسې کول. هغې اوس بايد همداسې ژوند کړی واى. کله چې د هغې ((خاوند)) هغه نوې له ځانه سره دې ښار ته راوستله، نو بختۍ فکر کاوه چې خاوند به يې رښتيا هم ((خاوند)) وي او اوس به د پلار او مور د کور له بدمرغيو نه خلاصه شي، خو بيا وروسته خبره څه بل ډول شوه او بيا نو هغې د خپل ((ژوند)) په خرڅولو، خپل ((ژوند)) ته پايښت ورکولو. ورو، ورو يې خپله هم عادت ورسره کاوه. ورو ورو يې همدغه ډول ژوند خوښېده او بيا يې همدغه ژوند شو. بختۍ ښه پوره ډمه شوه. ښه ښکلې نڅاګره او د نازونو او کرشمو خاونده او کله خو به ځان د خپل خاوند، خاونده هم ورته ښکاره شو. بختۍ همداسې ژوند کاوه او خاوند يې همداسې په بختۍ ژوند کاوه. اوس يې پايښت په همدې کې و او اوس يې خوښي په همدې کې وه. د بختۍ خاوند خپله نيکمرغي په همدې کې ګڼله او هغه رښتيا هم ورو ورو نيکمرغه کېده. شته يې ورو ورو زياتېدل. تش جېبونه يې ورو ورو ډکېدل او کوچني جېبونه يې ورو ورو غټېدل او بيا يو ځلې دغه (ورو، ورو) په (بيړه، بيړه) بدل شول. په بيړه د هغه جېبونه ډک شول. په بيړه يې جېبونه غټ شول او په بيړه د شتو خاوند شو. په بيړه نيکمرغه شو. په بيړه خوشحالۍ ته ورسېد او په بيړه خپله هم غټ شو او لا نور هم غټېده.
هغه چې به خپلو غټو جېبونو ته وکتل، نو ځان به نور هم غټ ورته ښکاره شو. غټ جېبونه سړي همداسې غټوي او هغه به دې سوچ نور هم پسې غټ کړ. د هغه جېبونه به وپړسېدل او هغه به وپړسېد. د هغه کور ته د داسې مېلمنو راتګ نور هم زيات شو. په بيړه بيړه شو او د جېبونو په تشولو کې به هم بيړه کېدله. اوس نو د بختۍ ښايست هنګامې جوړې کړې وې. اوس نو د هغې سينګارونو قيامتونو راکوزول. اوس نو د هغې د نڅا يوه اوازه وه. اوس نو د هغې د عطرونو وږمې له کور نه هم بهر شوې وې او تر ډېره ځايه رسېدلې. اوس بختۍ ښه مشهوره شوې وه. اوس هغه هر چا ته نه رسېده. اوس هغې ته هر څوک نه شول رسېدای. بختۍ اوس يوازې د ځينو کسانو په بخت کې وه. اوس نو بختۍ يوازې (بختورو) ته رسېدلاى شوه. اوس بختۍ د بختورو وه. د هغوى چې لا به زيات پړسېدلي وو. هغوى چې جېبونه به يې زيات غټ شوي او زيات به ډک شوي وو. بختۍ اوس ټول بختونه د ځان ګڼل او خاوند يې خپل ځان د ټولو نيکمرغيو ((خاوند)) او دغه بيړه همداسې روانه وه. دا د بختسۍ د ښايست اوج و. د نازونو، اداګانو، نڅاګانو، سندرو او سندريزو حالاتو. دې ښايست اوس زيات خوښوونکي لرل. دغه ښايست اوس د ډېرې لوړې بيې لرونکى و. د خاوند جېبونه يې نور هم پسې غټېدل او نور هم ډکېدل... خو عجيبه کار و. اوس نو ورو ورو بختۍ کوچنۍ کېده. له ورو ورو نه بيړه بيړه او له بيړې بيړې نه بېرته ورو، ورو. عجيبه وه، خاوند يې حیران و. بختۍ نه پوهېده، دا څنګه کېداى شي! جېبونه غټېدل او بختۍ کوچنۍ کېده. لکه چې دومره بيړو بختۍ کوچنۍ کوله. وړوله يې. کموله يې او بيا بختۍ نوره هم پسې وړه شوه.
په بختۍ څه عجيبه چل وشو. بختۍ لکه خپل بخت چې خوړلى وي. بختۍ خوړله شوې وه. نوره هم کوچنۍ شوې وه. زياتې بيړې کوچنۍ کړې وه. لکه يو ناڅاپه چې له بامه راغورځېدلې وي. د بخت له بام نه. د نيکمرغۍ له بام نه. د ښايست د هنګامو له بام نه او د غټو او ډکو جېبونو له بام نه. بختۍ له دغو ټولو بامونو څخه په يو ځل راغورځېدلې وه. لکه چې په بيړه يې د ښايست هنګامو خلک سوځولي وو. همداسې خو په بيړه هغه خپله په دغو هنګامو کې راګېره شوه او دغه هنګامې ورته په لمبو بدلې شوې. بيا ډېر زر بختۍ ناروغه شوه، ناروغتيا يې اوږده شوه. ناروغتيا يې سخته شوه او بيا په ډېره بيړه بختۍ دې رنځ له ځانه سره يو وړه. لکه د ((خاوند)) بخت يې هم چې ورسره تللى وي. بختۍ بې بخته شوه. بختۍ لاړه. هغه ډکو جېبونو له ځانه سره يووړه. هغه ډکو جېبونو د ژوند له شېبو نه خالي کړه. ډکو جېبونو هغه يووړه. بختۍ خپل د سينګارونو، نازونو او اداګانو لړو تباه کړه. ډکو جېبونو، پړسېدلو جېبونو، لويو جېبونو هغه بدمرغه کړه. هغې سوچ کاوه چې همدا يې د نيکمرغيو لاره شوه، خو همدا يې د بدمرغيو لارې شوې. نيمګړې لارې...
د بختۍ د بې بختۍ لارې. . او بختې په همدغه لاره لاړه... د بدمرغۍ پر همدغه لاره. پر دې نيمګړې لاره.
***
د بختۍ په کوټه کې بيا د عطرونو بوى و. بيا دوه تنه ((مېلمانه)) د هغې کور ته ورغلي وو. د هغې د ((خاوند)) کور ته. د دوى جېبونه هم لوى وو. زيات پړسېدلي وو. ((خاوند)) يې بيا کوټې ته ورننووت. بيا زيات خوشحاله و. سينګار لا روان و. د عطرونو څپې نورې هم پسې زورورې کېدلې. خاوند يې چې څنګه د سينګار کوټې ته ورننووت، موسکا يې په برېتونو کې ځان څرګند کړ. په موسکا يې وويل:
ـ هغوى راغلي... بيړه کوه...
او يوه بله «بختۍ)» سينګار شوې وه.
۱۳۶۵هـ. ش.
وږمه
رشيد چې خپل ليک تر دغه ځايه ورساوه، نو يوه شېبه يې له ځانه سره سوچ وکړ. بيا يې بېرته خپل سر پر کاغذ ورټيټ کړ او ليک ته يې ادامه ورکړه:
((... خو ګرانه صنوبره! ستا په ليک کې ستا د مينې له يوه څرکه خبر شوم. زه هم ستا له دې خبرې سره موافق يم چې د زلميتوب د دوران د مينو ټولې شېبې له انسان سره د ژوند تر پاى پورې پاتې کېږي. هغه خاطرې هېڅکله د انسان له ذهن څخه نه شي وتلاى. تا ماته ليکلي دي چې زه په همدغو ورځو کې د مينې د يوې پخوانۍ خاطرې سرته رسول غواړم. تا ماته ليکلي دي چې هغه جلۍ زه هم پېژنم. ظالم جانه! تا خو به دومره ليکلي واى چې د هغې نوم څه شى دى؟ هغه چې ته واده ورسره کوې، څنګه جلۍ ده، کله به واده ورسره کوې؟ خو خير په بل ليک کې به دا راته وليکې، خوا رښتيا صنوبره! اوس چې تا د خپلې مينې په باب خبره راته وکړه، زه به هم يو څه درته ووايم. په هغه وخت کې چې موږ او تاسو په پوهنتون کې وو، نو موږ يوه هم ټولګیواله لرله. هغه هم له موږ او تاسو سره د پښتو په څانګه کې وه. خامخا به دې ياده وي. هغه وږمه درته ښيم. وږمه به څنګه د چا نه وي ياده او يا به زه هسې دا ډول فکر کوم.
ته پوهېږې صنوبره! چې پر ما ټول پوهنتون همدغې جلۍ ووايه. همدغه وږمه درته يادوم. ما هېڅکله داسې مينه نه ده کړې. هسې خو زموږ په کلي کې هم يوه جلۍ وه چې خداى شته هغه مې هم خوښه وه، خو هغه هسې کليواله مينه وه. د تنکي زلميتوب د دوران مينه وه. هغه جلۍ ډېره معتبره وه. د ډېرې معتبرې کورنۍ وه. ما هسې څه وخت په زړه کې دغه مينه له ځانه سره وساتله او هغه بيا د بل چا شوه. د هغې نوم ګل څانګه و، خو دا ځل؟ دا ځل څه بل ډول مينه وه. دا د پوهنتون مينه درته يادوم. له وږمې سره مينه درته يادوم. وږمه زما ډېره خوښه وه. له هماغې لومړۍ ورځې چې مې وليدله، له ټول پوهنتون سره مې د زړه پيوند پيدا شو. ما هېڅکله داسې فکر نه کاوه چې ګوندې زه به د پوهنتون زده کړو ته دوام ورکړاى شم. ستا به په ياد وي چې د پوهنتون له پيل څخه پنځه مياشتې وروسته زما پلار مړ شو او زه خپل کلي ته لاړم. ما داسې فکر کاوه چې نور نو پوهنتون له ما څخه پاتې شو. ما ته مې بوډۍ مور له څلورو ورونو او دريو خويندو سره راپاتې وو. زه اوس د کور مشر وم. د دوى ټولو بار زما پر غاړه و، خو ته پوهېږې صنوبره! د پلار له مړينې څو ورځې وروسته زه بېرته پوهنتون ته راغلم. د دې يوازينى علت دا و چې د وږمې يادونو زه دلته نور په کلي کې پاتې کېدو ته پرې نه ښودلم. زه چې به لا په ليليه کې وم، نو ما به ويل چې اوس به کله د درس وخت پيل کېږي چې زه پوهنځي ته لاړ شم. دا د وږمې له خاطره و. ماته خپل پوهنځى او ټول پوهنتون د وږمې له خاطره ګران و. ما به د رخصتيو په ورځو کې کار کاوه او د خپلې مزدورۍ پيسې به مې خپل کور ته لېږلې. کله کله به مې د نورو ورځو په منځ کې هم يوه نيمه ورځ ځان غير حاضر کړ او په کار پسې به ووتلم. ما به خټې کولې. خښتې به مې جوړولې او بله هره مزدوري چې به پيدا شوله، هغه به مې کوله. تاسو ته هغه وخت ما د خپل دغومره غربت او ضرورت په باب څه نه وو ويلي او ما دغه بله خبره هم تاسو ته نه وه کړې. ما هيچا ته هم د وږمې په باب څه نه وو ويلي. حتٰى تاته مې هم نه وو ويلي، ته چې زما ډېر نږدې دوست وې. ما هېڅکله وږمه هم نه وه خبره کړې. هغه هېڅ پر ما نه وه پوه شوې. ما د هغوى کور هم نه و ليدلى، حتٰى پرته د پوهنځي او ټولګي له ليدلو کتلو ما په يو ځاى کې هم د هغې د ليدلو تلوسه او هڅه نه وه کړې. زه له دې کاره شرمېدلم. دا کار ماته ډېر بد ښکارېده، خو ته باور کوې صنوبره! چې ما درس هم د هغې له خاطره وايه. زه به تر نيمې شپې د هغې له خاطره بيدار وم. ما دهغې له خاطره درس وايه. دا چې زه د پوهنځي په ټولو سمسترونو کې په لومړۍ درجه بريالى کېدم، يوازې او يوازې د هغې برکت و. دا دومره خواري ما د هغې له خاطره کوله. ما غوښتل چې که په دې توګه هغه له ماسره علاقه پيدا کړي. ما دومره څه يوازې د هغې له خاطره ياد کړل. يوه شپه چې زه ستاسو کور ته له ليليې څخه درغلى وم، که ستا ياد شي، نو تا د خپلو مينو ډېرې کيسې راته وکړلې. هغه شپه زما زړه و چې لږ تر لږه يوازې تا خو له خپلې پټې مينې خبر کړم. دا خبره مې په زړه کې راجوړه کړه. زړه مې و چې تا پرې خبر کړم، خو ډېر زر بېرته پښېمانه شوم. بيا نو ما په زړه کې پرېکړه وکړه چې هېڅوک پرې خبر نه کړم.
ګران صنوبره!
زه اوس په يوه ډېره لرې سيمه کې ښوونکى يم. ته پوهېږې، زه په دې خوشحاله يم چې دلته ډېرو بدمرغو او بېوزلو هلکانو ته څه ورزده کوم. دوى پر موږ زيات حق لري. موږ د دوى ډېر پوروړي يو، خو ما دلته هم يو بل څه ځوروي، يوازې يو بل څه، يو بل څوک، وږمه.
ته څومره نيکمرغه يې چې دغلته په مرکز کې يې. کاشکې زه هم دغلته واى. لږ تر لږه وږمه خو به مې ليدلى، خو ګوره صنوبره!
يو څه د وږمې په باب راته وليکه. هغه اوس څنګه ده؟ چېرته ده، څه کوي؟ ژوند يې څنګه دى؟ او نور، نور... دا کار يوازې زما په خاطر وکړه. زه اوس هم د دې خبرې له کولو شرمېږم. که ته اوس هم له ماسره مخامخ ناست واى، نو ما دا خبرې نه شوې درسره کولاى، خو ښه ده له کاغذ او قلم سره مې ډېر عادت کړى دى، له دوى نه شرمېږم. په ليک کې خو يې تاته ليکلى شم. زه نه پوهېږم چې له وږمې سره زما د زړه دغه مينه به کوم ځاى ته ورسېږي؟ ماته يې د حل هېڅ لاره نه راپه زړه کېږي. زه خپله هم هېڅ نه پوهېږم چې زما زړه ولې دومره زيات له وږمې سره تړل شوى دى؟ زه هېڅ نه پوهېږم او زه د دې خبرې په پاى هم هېڅ نه شم پوهېداى. کاشکې هغه خو ما خبره کړې واى، خو ته به په بل ليک کې خامخا د هغې په باب يو څه راته راليکې. زه به ستا ليک ته خامخا منتظر يم، نه پوهېږم چې له داسې يوې لېرې سيمې، له داسې يوې ډېرې لېرې ولسوالۍ څخه به زما ليک کله او څنګه درورسېږي؟ خو په هر صورت هيله ده چې ما به په خپلو ليکونو خوشحاله ساتې.
ستا ورور رشيد
د ١٣٥٥کال د جدي دولسمه نېټه
نن پوسته رسوونکى د هغوى مکتب ته ورغلى و. هغه چې به هر وخت پوسته رسوونکى وليد، نو زړه به يې ټوپونه پيل کړل. هغه به داسې فکر کاوه چې نن خو به يې خامخا ما ته کوم ليک رالېږلې وي. د پوسته رسوونکي ورتګ هلته لويه خبره وه. يوازې په مياشت کې يو ځل او که کله به پېښ شو، نو دوه ځله به هم هلته ورته. هغه به هر ځل له پوسته رسوونکي نه د خپل ليک په باب پوښتنه کوله او هر کله چې به هغه ((نه)) ورته وکړله، د ده زړه به درز وغورځېد، خو نن پوسته رسوونکي هغه ته ليک راوړى و. هغه ته يې ليک ورکړ. رشيد خوشحاله شو. د زړه ټوپونه يې نور هم زيات شول. هغه پاکټ ته وکتل:
ـ د صنوبر له خوا ګران عبدالرشيد...
او هغه نور هم خوشحاله شو. خامخا به يې د وږمې په باب هم څه راته ليکلي وي.
د ښوونکو په کوټه کې چې زده کوونکو به ((اداره)) بلله، دوه تنه نور ښوونکي هم ناست وو. هغه يوې او بلې خواته وکتل. لکه چې فکر يې وکړ هسې نه دوى هم د وږمې په باب زما له زړه خبر شي، خو زړه يې طاقت ونه کړ. په بيړه يې پاکټ راخلاص کړ:
((ګرانه رشيده!
خداى دې روغ لره. دا زما دويم ليک دى چې زه يې تاته درلېږم. ستا پته مې له ((نښتر)) څخه اخيستې وه، خو ناځوانه تا تر اوسه يو ليک هم نه دى رالېږلى. زه ډارېږم چې هسې نه زما ليکونه نه وي دررسېدلي... ))
او رشيد له ځانه سره سوچ وکړ:
- يعنې زما هغه ليک نه دى وررسېدلى؟ دا څنګه کېداى شي؟ په دومره وخت کې...
خو هغه زر د ليک د پاى نېټې ته وکتل:
- د ١٣٥٥ کال د حوت دېرشمه. او نور هم حیران شو. دا به نو څنګه زما ليک نه وي وررسېدلى؟ خو هغه ډېر زر په دې باب سوچ بس کړ او ليک ته يې ادامه ورکړه:
((ګران رشيده! دويم ليک مې ځکه داسې مسلسل درولېږه چې په دې کې د وږمې ټينګار هم و... )) د وږمې د نوم په ليدلو د هغه د زړه درزا داسې زياته شوه، لکه چې غواړي د هغه له سينې راووځي. هغه بيا سوچ واخيست:
ـ دا څنګه کېداى شي؟ ليک نه دى وررسېدلى او د وږمې په باب يې ليکلي دي. اخر هغه نو څنګه خبر شو؟ کله خبر شو؟...
خو هغه بېرته د ليک کرښو ته خپله پاملرنه واړوله:
((... وږمه خو به ستا يادېږي. هغه زموږ او ستاسو ټولګیواله درته يادوم. ما او هغې ستا په باب هم خبرې وکړې. هغې ماته وويل:
((هغه څومره ښه او سپېڅلى هلک و)) لا د هغې ښه سم په ياد وې. دا دى په دغه ليک کې د هغې سلامونه هم له ما سره يو ځاى ومنه. ما تا ته مخکې هم د هغې په باب ليکلي وو، خو نوم مې يې هغه وخت نه و درته اخيستى. اوس نو پوره يوه مياشت کېږي چې ما او هغې واده سره کړى... ))
د رشيد د زړه درزا نوره هم زياته شوې وه. هغه نور د ليک د لوستلو توان په ځان کې ونه ليد. هغه ته ټول ليک مېږي مېږي شو.
١٣٦٦هـ. ش.