"ادبیات معاصر افغانستان"

تروږمۍ ( د زرین انځور داستانونه ) [۵]

Image Description

زرین انځور

 



                                                                                                                                                     ستړي ګامونه

 



 |  موږ ډېر ستړي شوي او وږي شوي وو. نور نو موږ د لوږې توان نه لاره. د زياتو گرځېدلو او لټون توان هم نه و راته پاتې. د سهار له څلورو بجو مو په گرځېدلو او لټون پيل کړى و. درنې ټوپکې او پتکي او څه نور سامان مو شا او اوږو ته پراته وو. دا شيان مو تل له ځانه سره گرځول. هسې خو اوس موږ له دغو ټولو شيانو سره عادت کړى و، خو نن زموږ ستړيا څه بل ډول وه. نن موږ د جنگ د تاوده ډگر پر ځاى همدلته د ښار په يو لرې شان گوټ کې گرځېدلو. لټون مو کولو. يو څه مو لټول، نه، ډېر څه مو لټول، هر څه مو چې پيدا کولى شول، له انسانانو نيولې تر نورو شيانو. نن يې د جنگ پر ځاى لټون موږ ته راسپارلى و. دغه برخه زموږ د درې تنو په وېش کې رسېدلې وه. يو زه او دوه تنه زما عسکر. رښتيا زه صاحب منصب يم، لومړى بريدمن يم. دوه تنه عسکر مې يو جبار نومېده چې نرى او وچ کلک و، خو د زړورتيا به يې څه درته وايم! دويم يې شانور نومېده، خو دومره په خپل نوم نه و مشهور، لکه په ((پړسو)). نورو عسکرو به د ملنډو لپاره ((پړسو)) باله. زما له لومړي سرتېري څخه يې سرچپه خويونه لرل. ناوخته به له خوبه راويښېده. زر په ستړې کېده، زر به وږى کېده. چاغومبى شانته و. لکه تل چې يې پر هډوکو درد وي، خو د ښه سړيتوب يې نو حد نه و. ډېر زړه سواندى و. د جنگ مزه يې هم له همدې کبله نه وه. تاسو ته خو معلومه ده چې داسې زړه سواندي او مهربانه کسان ښه جنگ نه شي کولاى، اصلاً جنگ نه شي کولاى او که زما پر زړه واى، نو داسې کسان به مې هېڅکله جگړې ته نه لېږل. زړه سوى او جنگ، مينه او جنگ، مهرباني او جنگ دا ډېر سره لرې څيزونه دي. شانور همداسې و. زه خپله نه د جبار په څېر وم او نه د شانور په ډول. يو څه د يوه په شان وم او يو څه د بل په څېر. نيم جبار وم او نيم شانور. جبار که به ډوډۍ وخوړله او که نه، خو ټوپک يې ښه په مزه چلولو او شانور که به ډوډۍ نه وه خوړلې، نو بيا خو يې يو کار ته هم لاس نه ورته او که گېډه به يې ډکه شوه، بيا خو به په سختۍ له ځايه پورته کېداى شو. ما به کله کله فکر وکړ چې کېداى شي دى ډارن وي، خو دومره ډارن هم نه و. يو څه به ډارن و او يو څه به تنبل، زه خپله هم کله کله ډارېږم، خو تر اوسه پورې ما څوک پر ځان نه دى پوه کړى، يا څوک نه دى راباندې پوه شوى او يا خو ښايي زه داسې فکر کوم چې گوندې څوک نه راباندې پوهېږي، يا به ټول خلک همداسې وي. ډېر زړور کسان هم کله کله ډارېږي. 

موږ دومره لټون زيات ستړي کړلو. غرمه هم تېره شوې وه، خو موږ د څه شي څکه لا نه وه کړې. عسکري درانده بوټان لکه چې نور هم درانده شوې وي. موږ اوس دومره گرځېدلي وو چې قدم به مو اخيست لکه چې څوک مو په درندو موزو پورې نښتى وي. داسې به درندې شوې چې زموږ قدم اخيستل به له لا زياتو ستونزو سره مخامخ شو، ما خو به فکر وکړ چې گوندې څو تنه مې په موزو پورې ځوړند دي او يا خو د ځمکې مقناطيس څو برابره ځواکمن شوى دى. موږ اوس ويجاړ کورونه لټول. د ښار زياتره کورونه ويجاړ شوي وو. موږ بايد له دغو ويجاړو هم يو څه بود کړي واى، خو اوس موږ دومره ستړي شوي او وږي شوي وو چې د نور لټون ځواک نه و راکې پاتې. 

موږ بې له دې هم په ټوله ورځ کې په دغو ويجاړو کې څه پيدا نه کړى شول او که نور هېڅ مو نه واى پيدا کړاي، خو يوازې د خوراک لپاره مو يو څه موندلي واى، بيا هم غټه خبره وه، خو کورونه د خوراک له څيزونو داسې خالي شوي وو، لکه هر څه چې دې په جارو راټول کړي وي. موږ زيات ستړي شو. په يوه ويجاړه کې ما خپلو عسکرو ته امر وکړ چې لږه دمه وکړو. موږ لږه شېبه کېناستلو. جبار په قهرېدلي غږ وويل: 

ـ هېڅ نشته، ټول خلک له دې ځايه وتلي دي. 

شانور له ځانه سره وغورېد: 

ـ چې خلک نه وي، نو په داسې ځايونو کې زموږ گرځېدل څه ضرور؟

زه چپ وم، خو جبار بيا خپل اواز لوړ کړ: 

ـ هر څه ويجاړ دي، هر څه ويجاړ شوي.... 

شانور بيا له ځانه سره وغورېد: 

ـ کله چې د چا په لاس کې ټوپکونه وي، هر څه ويجاړېږي، اخر دا ټوپکونه پرته له ويجاړتيا څه کولاى شي؟

خپل ټوپک ته یې بد بد وکتل. بيا يې زما او د جبار ټوپکونو ته هم يو کرکجن نظر واچاوه او بيا هم وغورېد: 

ـ چې دا به چا جوړ کړي وي!؟

خپلې لاړې يې تو کړې او ټوپکونو ته يې بيا د کرکې يو نظر وکړ. دا ځل يې غږ له غورېدلو څخه يو څه منسجم او لوړ شو: 

ـ زه ډېر پخوا کلونه دلته راغلى وم. دلته پخوا هر څه بل ډول وو. پخوا دلته هر څه تک شنه او ښايسته وو.... 

جبار ته يې وروکتل او خبره يې اوږده کړه: 

ـ عجيبه سيمه وه، عجب خلک يې وو، خو... زموږ له لاسه... همدا زموږ له لاسه.... 

خداى زده په زړه کې يې څه ورتېر شول، لنډه شېبه يې ځنډ وکړ. دا ځل يې بېرته د خبرو عادي حالت ورک شو او بيا له ځانه سره وغورېد: 

ـ اخر دا ولې... دا ولې؟

بيا يې لاړې تو کړې. غومبري يې سره شول. ما هېڅکله هم شانور په داسې حالت کې نه و ليدلى. لږه شېبه موږ ټول چپ وو. د شانور مخ دا ځل ماته راواوښت: 

ـ ضابط صاحب! قيامت به همداسې وي نو؟

ما هېڅ هم ونه ويل. هغه بيا ماته مخ راواړاو: 

ـ ضابط صاحب! تا پخوا دا ځاى نه و ليدلى، جبار به هم نه و ليدلى، خو د خداى راستي ده چې که دې ليدلى واى، نو پرې مين شوى به واى، زه همدلته د يوې نژدې سيمې يم. 

زما پر شونډو يوه ترخه موسکا خپره شوه: 

ـ ليدلى مې و، څو څو ځله مې ليدلى و. ډېرې شپې مې په کې تېرې کړې دي. دلته مې د يوه خپلوان کور و. ما به هر ژمى همدلته تېراوه، خپلوان څه؟ د خپل ماما کور مې و. 

جبار زموږ په خبرو کې راولوېد: 

ـ شانور داسې خيال کوي چې گوندې يوازې ده ليدلى و.... 

شانور بيا له ځانه سره وغورېد: 

ـ پخوا دلته عجيبه ښايست و. هر څه ښايسته وو. دا اوس چې لا څه قيامت رانازل شوى دى.... 

خداى خبر چې شانور به نورې څه خبرې کړې وى، خو ما د هغه پاتې خبرې وانه ورېدې. زما ذهن ډېرو پخوا کلونو ته لاړ. هغو ژمو ته چې ما دلته تېر کړي وو. زما ښه ياد شي چې زما ماما همدلته اوسېده. د هغه له زوى سره به ټول ژمى يو ځاى وم. يو بايسکل مو لاره. دوه تني به په ټول ښار کې په هماغه بايسکل گرځېدلو. عجيبه وخت و. څه نارنجان، څه ډول مېوې، څه چپلي کبابونه، څه باغونه، څه ښايسته ژمي! هر څه بل ډول وو، د هغو شيانو هېڅ نښه اوس نه وه پاتې. جمدر هم نه و پاتې. جمدر هماغه زما همزولى و، زما د ماما زوى و. هغوى اوس له دې ځايه تللي وو، کډه يې کړې وه. ښکته ته تللي وو. چا به لا په کې ويل چې جمدر اوس اخوا ته ښه غټ سړى دى. 

ماته جمدر راياد شو. د هغه مستانه خويونه راياد شول. هغه زه هم له ځانه سره مست کړى وم. زه او هغه به تل سره يو ځاى وو. زه به په ژمي کې ډېرې شپې دلته وم او هغه به په اوړي کې ډېرې شپې هلته راته. خو اوس جمدر هم نه و، دلته هېڅوک نه وو پاتي. دلته هر څه وران شوي وو، زما په زړه کې راوگرځېدل: 

ـ کاشکې، هر څه لکه د پخوا په څېر واى... کاشکې اوس هم د پخوا په څېر ښايست واى، مينه واى... هر څه شنه واى... خلک واى، گڼه گوڼه واى.... 

زما سوچونه نور هم پسې اوږدېدل، خو جبار راغږ کړ: 

ـ ضابط صاحب! تر څو به دلته ناست يو؟

زما ځان ته فکر شو. له ځايه راپورته شوم، خو ډېر په سختۍ راجگ شوم، لکه چا چې په ځمکې پورې تړلى وم. هغوى هم ډېر په سختۍ له ځايه راپورته شول. له دومره دمې سره سره لا په موږ کې د تگ توان نه وپيدا شوى. په سختۍ پر لاره روان شولو. موږ لا يو څو قدمونه نه وو پورته کړي چې جبار غږ کړ: 

ـ چرگه... چرگه.... 

موږ ټول پر ځاى ودرېدلو. رښتيا هم يوه چرگه په کنډواله کې يوې او بلې خوا ته سرگردانه گرځېدله. زه په تعجب کې شوم چې اخر دلته دا چرگه له کومه پاتې ده؟ دلته څه کوي؟ دلته خو هېڅوک هم نشته. موږ زيات وږي وو. د چرگې راپيدا کېدل زموږ لپاره د گېډې د مړولو يو امېد هم و. شانور غږ کړ: 

ـ خامخا به له کوم چا پاتې شوې وي، يا به له کوم بل ځايه راورکه شوې وي. 

جبار وويل: 

ـ هر څنگه چې وي، خو د خوراک لپاره يو څه راپيدا شول. 

زما په زړه کې بيا هم تېر شول: 

ـ دا به له چا پاتې شوې وي؟!

چرگه سرگردانه گرځېدله او پرله پسې غږونه يې کول: 

ـ کوټ... کوټ... کوټ.... 

شانور غږ کړ: 

ـ کوړکه چرگه ده، کوړکه ده.... 

جبار وويل: 

ـ په کوړکه - موړکه پسې يې مه گرځه، خو رانيول يې په کار دي. 

دواړه زما امر ته منتظر پاتې شول. ما ورغږ کړ: 

ـ راويې نيسئ!

دواړو له خپلو ټوپکونو سره يو ځاى په چرگه پسې منډې پيل کړې. اوس له دوى سره د منډې عجيبه توان پيدا شوى و. چرگې له هغوى څخه د ستړيا پخوانى احساس هېر کړى و. زه هم په دوى پسې کرار کرار ورروان شوم. چرگه لاس ته نه ورتلله. يوې او بلې خواته يې منډې وهلې. اخر يوه کور ته ننوتله. شا او خوا ته نور کورونه ويجاړ ووو خو هغه کور روغ پاتې شوى و. چرگه همدغه روغ کور ته ورننوتله. زه يوڅه شکي شانته شوم. دټوپک لټ مې وواهه او خپله پښه مې يو څه تېزه کړله. هغوى لا په چرگه پسې هماغسې منډې وهلې. زما په زړه کې بيا تېر شول: 

ـ چې دا به له چا پاتې شوې وي!

خو دا ځل مې په زړه کې څه شک هم ورسره تېر شو: 

ـ دا به دلته څه کوي؟ يوازې يو ژوندى څيز. يوازې يوه ژوندۍ چرگه!؟

او خپله پښه مې نوره هم تېزه کړله. زه هم د کور په بېرته پاتې شوې دروازه ورننوتم. دروازې ټولې بېرته وې. يا د کورونو دروازې ړنگې وې او يا خو بېرته پرتې وې. چرگې هماغسې سرگردانې مندې وهلې. جبار او شانور هم سوگند ورته کړى و چې رانيسي به يې. زه هم ورو ورو په هغوى پسې روان وم. زما درانده بوټان نور هم پسې درنېدل. لکه چې هره شېبه يو بل څوک هم ورپورې نښلي. لکه چې د دې کورونو ټول پرېښودونکي زما په درنو بوټانو پورې نښتي وي او ما گام اخېستو ته نه پرېږدي، خو هغوى لا هماغسې منډې وهلې. کوړکې چرگې هم هماغسې منډې وهلې. چرگې هم عجيبه توان پيدا کړى و. د رانيولو او حلالو له ډار څخه څه داسې عجيبه توان هم پيدا کېداى شي. توان، تل د يو څه له امله راپيدا کېږي. يوې انگېزې ته ضرورت لري، يو څه يو چا ته یو څه توان ورکوي، توان زياتېدلى هم شي، په هماغې انگېزې پورې اړه لري، که انگېزه لويه وي، توان هم لوى وي. ما په دې وخت کې يو ځل بيا دغو کورونو ته وکتل چې زياتره يې په کنډوالو بدل شوي وو، هغوى چې دا کورونه يې پريښي وو، د يوه توان له مخې يې دا کار کړى و، يا يوه توان د کورونو پرېښودلو ته اړ کړي وو، توان همداسې راپيدا کېږي، توان په همدغو وسيلو راپيدا کېداى شي. چرگې هماغسې منډې وهلې، نور يې نو جبار او شانور هم ستړي کړي وو. ما که منډې نه وهلې، خو ستړيا مې له هغوى هم زياته وه. چرگه يوه دهلېز ته ننوتله، موږ هم دهلېز ته ورغلو. له دهلېز څخه يې کوټې ته منډه کړله، د کوټې دروازه هم بېرته وه. موږ هم کوټې ته ورننوتلو او چې موږ څنگه کوټې ته ورننوتلو، نو ټول د کوټې په دروازه کې ودرېدلو. لکه له ټولو څخه چې ساوې وتلې وي. په پښو کې مو د بل قدم د اخيستلو توان نه پاتې. توان راڅخه اخيستل شوى و. توان داسې هم اخيستل کېداى شي. د کوټې په منځ کې يو بوډا شان سړى او يوه پخه شان ښځه پراته وو. د ښځې د سر لاندې د سړي لاس ايښودل شوى و. همداسې غزېدلي پراته وو. مړه وو. دواړه مړه وو. شانور وروړاندې شو. هغوى يې وخوځول. هېڅ زخم يې نه لاره. جبار دهلېز ته ووت. راغږ يې کړ: 

ـ دوه ماشومان دلته پراته دي!

د هغه غږ زموږ په غوږونو کې انگازې جوړې کړې. په ځان پوه نه شو، خو بيا له کوټې وتلي وو. د بلې کوټې په درشيايي کې جبار ولاړ و. موږ ته يې لاره پرېښودله. موږ وليدل چې هغوى هم د کوټې په منځ کې غزېدلي پراته دي. دواړه يو له بل سره نژدې پراته وو. شانور وروړاندې شو. هغوى هم کوم زخم نه لاره. شانور موږ ته وکتل او له ځانه سره وغورېد: 

ـ آه... دا ولې.... 

او موږ ټولو خپلو درنو عسکري بوټانو ته بد بد وکتل. 

د کوړکې چرگې اواز بيا واورېدل شو: 

ـ کوټ... کوټ... کوټ.... 

موږ له دهلېزه هم بېرته راووتلو. يو ځل مو يو بل ته بد بد سره وکتل. هېڅ خبره مو له خولې څخه نه وتله، ځان بدې راته ښکاره کېده، لکه چې دوى ټول موږ په خپلو ټوپکو ويشتلي وي. ما يو ځل بيا خپل ټوپک ته او د نورو دواړو ټوپکونو ته وکتل، خداى خبر څنگه زه هم لکه د شانور په څېر له ځانه سره وغورېدلم: 

ـ ټوپک... ټوپک.... 

لاړې مې تو کړې. يو ځل مې بيا دهلېز ته وروکتل او په قهرېدلي غږ مې قومانده ورکړه!

- مارش، مارش! له کوره ووځئ!!

۱۳۶۷ هـ. ش. 



 

 

                                                                                                                                                                                 نښـه

 



رنگ يې تک زېړ و، لکه چې زبېښلى دې وي، لکه چې ټوله وينه ترې زبېښل شوې وه، د نه، لسو کلو د شا او خوا معلومېده. شلېدلې او خيرنې جامې يې په غاړه کې وې. په پښتو کې يې څپلۍ نه وې او يوه زړه خيرنه خولۍ يې پر سر پرته وه. پر سر د پرتې خولۍ رنگ يې په خيرو کې ورک شوى و. د سرو ربړونو يوه لينده يې غاړې ته اچولې وه. اوچت اوچت گامونه يې اخيستل، گامونه يې هم له ماتم څخه ډک ښکارېدل. په هر گام کې يې يو غم پروت و. په لاره يې څو ځله تيندک وخوړ او داسې ښکارېده، لکه چې په کوم ژور فکر کې داسې ډوب شوى وي چې نه يې لارې ته خيال وي او نه خپل ځان ته. د لارې په منځ کې يو ناڅاپه ودرېد. خپله لينده يې له غاړې لرې کړه او په خپل ښي لاس کې يې ټينگه ونيوله. خپل شا او خوا ته يې وکتل. په لويه لار کې يې سترگې ورښخې کړې. غوږونو يې څه واورېدل: 

ـ غ غ... غر... ررر... غرغر.... 

منډه يې کړله او د يو لوى گټ شاته کېناست. د گټ په څنگ کې يې لارې ته کتل. د لوى خام سړک له يو اړخ څخه د کلي لويې لارې ته د ټانکونو يوه ليکه راروانه وه. تکه توره ليکه يې جوړه کړې وه، لکه تک تور ښامار. د ټانکونو غرهار رانژدې کېده. اول خان له لوى ګټ څخه سر يو څه رااوچت کړ، خپلې ليندې ته يې وروکتل. هغه يې د ازمېښت لپاره يو ځل راښکودله، بيا يې خپل شا او خوا ته وکتل. ټولې تيږې وې، لويې او کوچنۍ تيږې. يو څنگ ته يې کلى پروت و. د کلي شنې ونې غمجنې ښکارېدې. هېڅوک په کلي کې نه وو پاتې. اوبه هماغسې په ويالو کې بهېدلې، خو هغه پخوانۍ مستي په کې نه ښکارېده. لکه په دې وياله کې چې د کلي اوښکې روانې وي، د هر کور اوښکې، د تشو دېرو او حجرو اوښکې، د ټول کلي د غم اوښکې! ويالې همداسې ښکارېدې او د بهاندو ويالو اوبه همداسې! ماشوم اول خان د کلي هغه بل څنگ ته وکتل. غونى پرې زېږ شو، تکو شنو او سپينو جنډو يې سترگې وروبرېښولې. هلته د کلي هديره وه. نيمه هديره اوس نوې جوړه شوې وه او دغه هديره ټوله سپينو او شنو جنډو نيولې وه. اول خان ته يو ځل بيا هغه ورځ ورياده شوله: 

د الوتکو کړنگهار او غرهار ټول کلى په سر واخيست. يو قيامت جوړ شو. الوتکې يو څو ځلې له کلي تاو - راتاو شولې او بيا يو ناڅاپه د بمونو او تندرونو يو بل قيامت جوړ شو. پر کلي اورونه وورېدل. د قيامت يوه ورځ وه چې پر کلي راغلې وه. زوى او مور نه سره پېژندل. خور او ورور يو له بله سره جلا شول. تندرونه وورېدل. او بيا لږه شېبه وروسته کلى په يوه چوپتيا کې ډوب شو. لکه پر ټول کلي چې کفن غوړېدلى وي، او بيا يو، نيم تن په کلي کې په غوړېدلي کفن کې وخوزېد. پر کلي يو غم پرېوت، د مرگونو يو لوى غم. الوتکو ډېر کورونه وران کړي وو. ډېر کسان وژل شوي وو. کلى تکو سرو وينو نيولى و. د کلي په ويالو کې د اوبو پر ځاى هغه ورځ وينې بهېدلې. د خزان اکا په کور کې يوازې اول خان ژوندى پاتې و. خپله خزان اکا، کډه يې او لور يې چې له اول خان څخه مشره وه، ټول په دغو اورونو او بمونو کې سوزېدلي وو. داسې يې نور کلى هم لکه په لور چې رېبلى وي. ډېرې تنکۍ غوټۍ رژېدلې وې. ډېر بې وسه امېدونه خاورې ايرې شوي وو. د هغه کلي په هديره کې څو ورځې گڼه گوڼه وه. په څو ورځو کې هغه مړي خاورو ته وسپارل شول. 

يوه نوې هديره جوړه شوه او هديره په څو ورځو کې په شنو، سرو او سپينو جنډو ډکه شوه. يو چا د کلي په باب څه رپوټ کړى و او بيا څو الوتکو پر کلي څه داسې وحشت او ماتم راوستى و. 

د اول خان سترگې د هديرې په يو کونج کې په يو څو جنډو کې همداسې ښخې پاتې شوې. هلته يې پلار، مور او مشره خور څو ورځې مخکې تر خاورو لاندې شوي وو. نور ډېر خپل خپلوان يې هم هلته تر خاورو لاندې پراته وو. د هديرې د جنډو د رپا بوږنوونکى غږ له ډېر لرې واټن څخه د ده غوږونو ته رارسېده او لکه چې همدغه بوږنوونکى غږ هغه ته څه وايي، هغه څه کړو ته وربولي او د هغه په غوږونو کې انگازې جوړوي. 

کلى اوس بېخي خالي شوى و. د الوتکو له وحشت وروسته يوه ورځ بيا په کلي کې هنگامه خپره شوه چې نن بيا الوتکې راځي. په هماغه ورځ ټول پاتې کسان له کلي ووتل. پورې غرونو ته لاړل. ډک کورونه ترې پاتې شول، ډک پټي ترې پاتې شول. 

نن اول خان له غرونو راکوز شوى و. خداى خبر هغه ته څه په زړه کې ورگرځېدلي وو چې د کلي هوا يې کړې وه. کلي ته نه، د کلي هديرې ته راغلى و. ډېره شېبه په هديره کې و، خو اوس بېرته روان و او دا دى اوس له کلي ډېر وړاندې له لويې لارې څخه پاس د غونډۍ يو اړخ ته يوې لويې گټې ته ناست و. د ټانکونو اواز د هغه فکر بېرته له تېرو يادونو څخه راواړوه. اوس نو ټانکونه ده ته ښه رانژدې شوي وو. د ټانکونو غږونو د غوږونو پردې څيرلې. د اول خان شونډې ورپېدلې: 

ـ رانژدې... شول... را... ورسېدل.... 

يو غټ کاڼى يې د ليندې (غولکې) په پټاک کې کېښود. لومړى ټانک د هغه له مخې تېر شو. ډېر په بيړه تېر شو. غرهار يې ټوله غونډۍ خوځوله. دويم ټانک رانژدې شو. يو تن په کې خپل سر رابهر کړ. تک سره وېښتان يې د لارې گردونو داسې لړلي وو چې د سور رنگ پر ځاى يې خړ رنگ خپل کړى و. تک سور مخ يې هم ښه سم پر خاورو ککړ و. د اول خان شونډې وخوځېدې: 

- روسى دى... روسى دى... رو... سى.... 

او هغه لينده په پوره زور راښکله. د هغه يوه سترگه پټه شوه او بيا يې کاڼى خوشې شوى او په نښه شوى تن پرې لگېدلى و. د هغه د سر پر کيڼ اړخ د وينو نښې راڅرگندې شوې. هغه خپل شا او خوا ته هم ونه کتل. په بيړه د ټانک دننه ورولوېد او د ټانک په يون کې چټکي پيدا شوه. ورپسې بل ټانک راورسېد. يو لوڅ روسى په کې ناست و. کميس يې په غاړه کې نه و او داسې تک سور ښکارېده لکه چې ټوله وينه وي. د غونډۍ خواته يې په فاتحانه انداز کې کتل. اول خان بله تيږه گوزار ته جوړه کړه. لينده يې کش کړه او کاڼى د ټانک پر سر د نښه شوي تن پر ښۍ سترگه ورښخ شو. هغه لکه چې په گولۍ لگېدلى وي، يو کړيکه يې وکړه او په ټانک کې ورولوېد. ټانک نور هم توند شو. د ټانکونو غرهار د هغه غږ وخوړ او بل چا ته يې ونه رساوه. اول خان بيا هم لينده کش کړه، پر بل ټانک سپور يې پرې په نښه کړ، خو خطا شو. شونډې يې وچيچلې او خپلې ليندې ته يې بد بد وکتل، لکه دښمن ته چې څوک گوري. شونډې يې وخوځېدې: 

ـ د خينځير ليندې!

بيا يې په زړه کې وروگرځېدل: 

ـ ما خو کله هم نښه نه وه خطا کړې. خداى زده ولې داسې وشول؟!

هغه په همدې سوچونو کې و چې د ټانکونو د بهير غږ يو ځل ودرېد. د لسو په شا او خوا کې ټانکونه به تېر شوي وو چې د ټانکونو زنځير تم شو. 

يو ناڅاپه د ټولو ټانکونو خولې د غونډۍ لوري ته راواوښتې. بيا يو قيامت جوړ شو. پر غونډۍ يې د اور باران جوړ کړ. ټولې تيږې يې وويشتې، ټول غر يې زخمي زخمي کړ. اوږده شېبه غونډۍ ويشتل کېده. د ټولو ټانکونو له خولو اورونه ورېدل. بيا لږه شېبه وروسته کراري شوه. د ټانکونو د قطعې قوماندان امر وکړ: 

ـ پلي شئ... 

گڼ شمېر کسان پلي شول. ډول ډول وسلې ورسره وې. د غونډۍ لوري ته راسم شول. قوماندان بيا ورغږ کړ: 

ـ د غونډۍ پر لور... 

اول خان دغه خبرې اورېدلې. هغه ژوندى و. د لوى کټ شاته يې يو ډېر خوندي ځاى پيدا کړى و. يو سور لښکر و چې د ده پر لوري ورروان و. اول خان بيا يو ناڅاپه خپل کلي ته وروکتل. د هديرې سپينو او شنو جنډو بيا د هغه سترگې وروبرېښولې او هسې په زړه کې يې تېر شول: 

ـ که د کلي ټول ځوانان راسره واى!

په خپله لينده کې يې بيا يو کاڼى کېښود. سر يې راجگ کړ او يو تن يې په کې په نښه کړ. لينده يې کش کړه او بيا هغه په نښه شوى تن پر تندي لگېدلى و. له تندي يې تکه سره وينه راوخوټېده. هغه يوه چغه کړه او له دې چغې سره سم ټول پر ځاى ودرېدل. د گولو باران بيا جوړ شو. اول خان بيا هم يو ښه توله کاڼى پيدا کړ او د ليندې په پټاک کې يې ځاى پر ځاى کړ. لينده يې ښه سمه راښکودله. د گولو د غږ په څنگ کې، هغه د هديرې د جنډو د رپا هېبتي غږ هم اورېده. لينده يې نوره هم راښکوده. هغه يو تن ښه په نښه کړى و. بيا هغه ورځ په ذهن کې ورژوندۍ شوه چې الوتکې راغلې وې. خپل پلار، خپله مور او خپله مشره خور ورياد شول او هغه ليندې ته نور زور هم ورکړ. د ليندې ربړ وشکېده او د اول خان له خولې يو ((آه)) وخوت. د گولو باران نور هم زيات شو. هغه له ځايه پاڅېد او د بل گټ څنگ ته يې ځان ورساوه. هغه حېران شو، هېڅ شى هم ورسره نه و. يو لوى لښکر د ده په لوري راروان و. د گوليو باران نور هم چټک شو. اول خان بله هېڅ چاره ونه ليدله. لمن يې له تيږو ډکه کړه. له ځايه پاڅېد او د لښکر مخې ته يې رامنډه کړه. څو تيږې يې په بيړه د هغوى په لور وويشتې، خو بيا ډېر زر څو گوليو په گډه د کوچني اول خان ټول وجود غلبېل غلبېل کړ. 

د هغه تنکۍ وينې د غونډۍ د شا او خوا څو تيږې تکې سرې کړې. لکه چې پر دغو تيږو هغه د خپلې قربانۍ د وياړ نښه ابدي کړې وي. 

۱۳۶۸ هـ. ش. 



 

                                                                                                                                                            وطن

 


زه له ډېرې مودې راهيسې په دې کار اخته يم. دا کسب ماته له پلاره پاتې دى. زه چې لا بېخي کوچنى وم، نو له پلار سره به مې په دې کار کې مرسته کوله. هغه وخت ما له خپل پلار سره دومره زياته مرسته نه شوه کولاى، خو تر خپلې وسې به مې کار ورسره کاوه. کله به هغه په خپل کار کې دومره ستړى شو چې د خولو ويالې به پرې روانې شوې او که ما به د هغه د کار په هکله کومه ښه خبره هم وکړه، پر هغه به بده لگېدله. لکه چې زما خبره هېڅ اوري نه. ما که په هر څه ورته ويل، هغه به يوازې يوه خبره راته کوله: 

ـ خوله دې دروگنډه!

او کله چې به له دې نه هم زيات غصه و، نو بيا خو به يې په يو څه اوچت اواز وويل: 

ـ خوله دې گنډې، که درويې گنډم؟

ما به غلى ځواب ورکړ: 

ـ ښه ده نور څه نه وايم. 

او ما به خپله خوله وگنډله. بيا که به مې هر څومره خبرې په زړه راورېدې، د دې جرأت مې نه لرلو چې گنډلې خوله پرانېزم. زه ورو ورو له خپلې گنډلې خولې سره عادت کېدم. ما به خپله خوله تل گنډلې وه. دا زما د پلار حکم و. ما د هغه له حکم پرته خپله خوله نه شوه پرانېستلى. سره له دې چې په پيل کې به زه د خپلې خولې بندولو او گنډلو غمجنولم، خو ورو ورو ورسره عادت شوم. اوس به ما ډېرې خبرې نه کولاې. ډېرې پوښتنې به مې نه کولاې. ما د خپل پلار حکم نه شو ماتولاى. اوس به ما تل خپله خوله گنډلې او تړلې وه. د خبرو او پوښتنو په باب به کله کله څه سوچ په سر کې راوگرځېد، خو ما به هېڅکله خپل دغه فکر له خپله سره تر ژبې نه رارسولو. ما به هڅه کوله چې له دې وروسته، خپل فکر هم وتړم، ويې گنډم. هسې نه چې فکر مې د خولې د تړلو او گنډلو هوډ رامات کړي. ما له دې وروسته همداسې وکړل. غوښتل مې چې هېڅ نوى فکر په سر کې رازرغون نه شي. هېڅ نوې پوښتنه راپيدا نه شي. هېڅ يوه خبره په زړه کې راونه گرځي. زه همداسې شوم. زما هر څه وگنډل شول او ځکه خو به له دې وروسته پلار ماته زيات نه په غصه کېده. 

زه همداسې گنډلى او تړلى رالوى شوم، خو خداى خبر څنگه له دې وروسته ما د خپل ايکې يوازيني زوى په باب ځان ملامته گاڼه. هغه هم له مانه څه زده نه کړل. اخر نو ما به څه ورزده کړي واى؟ زه خو د خپل پلار له لاسه همداسې شوى وم. ما خپل زوى ته څه ورزده کولى شول؟ دومره هم نه ده. يو څه خو مې ورزده کړل. هغه څه چې ما زده کړي وو، هغه مې ټول ورزده کړل. ښه مې ورزده کړل او هغه اوس له مانه هم زما په کسب کې تکړه او هوښيار و. هغه لا پوره زلمى شوى هم نه و، يو څه خو راغوټکى شوى و، خو ځوانۍ ته يې لا ورځې پاتې وې. ما پر هغه ((وطن خان)) نوم ايښى و. خداى خبر دا نوم زما څنگه خوښ شوى و چې پر خپل يوازيني زوى مې کېښود. وطن خان پر ما له بل هر چا نه گران و. اخر بايد هم همداسې واى. هغه زما زوى و. د هغه په رگونو کې زما د رگونو وينه گرځېدله راگرځېدله او بيا هغه زما په کار کې زما يوازينى مرستندوى و. زه چې به کله د خپل کار په لړ کې پر هغه په غصه شوم، نو هغه به حېران حېران راته وکتل او هېڅ به يې هم ونه ويل. ماته به يو ځل خپل پلار راياد شو. خپلو کوچنيتوب به راياد شو او د غصې په وخت کې به د هغه د سترگو د غضب لمبې رادمخه شوې او ما به ځان ته لاړې تو کړې. بيا به نو خپل زوى ته، ((وطن خان)) ته هېڅکله نه په غصه کېدم. اخر په هغه کې د غصه کېدو څه وو هم نه. هغه خپل کار په ډېره بيړه او تکړه توب ترسره کاوه. 

((وطن خان)) اوس د قبر په کيندلو کې له ما نه هم تکړه و. دا زموږ کسب و. زموږ کاروبار و. قبر کيندل ماته له خپله پلاره پاتې وو. هغه وخت د قبر کيندل، دومره د سختۍ کار هم نه و. موږ به چېرته په مياشت کې کوم قبر کيندلو. زياتره به موږ يا کوچنيان خاورو ته سپارل، هغه چې ډېر به کوچنيان وو او يا به مو زاړه او بوډاگان. موږ به هغه وخت قبرونه ډېر په مينه جوړول. زما پلار خو بالکل د دې کار استاد و. کله به يې په يوه قبر دومره کار کولو، لکه چې خپل ځان ته کور جوړوي. قبر به يې داسې ښکلى جوړ کړ چې کله کله خو به زما زړه وشو چې يوه شېبه په کې پرېوځم. هغه چې به قبر ښه جوړ کړ، نو يو شېبه به نور هم ورته ځير شو. بيا به يې کار په کې وکړ او چې قبر به ښه جوړ او ښکلى ورته ښکاره شو، نو يو وار نسوار به يې خولې ته واچول او د قبر يوې او بلې خواته به تاو راتاو شو، خو د هغه لاس بيا هم نه درېدلو. تر هغه چې به يې جنازه هديرې ته راوړله، نو دى به د قبر په لا ښکلي کولو او جوړولو اخته و. 

هغه وخت به د قبر پر سر دومره وير نه و. يا به کوم بوډا او بوډۍ مړه شوي وو چې خپل عمر به يې خوړلى و او يا به څه داسې کوچنيان مړه وو چې کورنۍ به يې هم وير نه پرې کاوه. هغه وخت مرگ يو غمگين پرتم و. د قبر جوړول او د مړي خاورو ته سپارل يو پرتم و. ځانگړي مراسم يې لرل. تر څو مياشتو به د مړي کور ته خلک د تسليت لپاره تلل. تر يو کاله به د مرگ دغه پرتم پر هغه کور پرېوتى و. مړي عجب درنښت لرلو. 

خو اوس؟ اوس خبره داسې نه ده. هسې خو زموږ د کسب، زموږ د کاروبار بازار ښه تود و. خو هغه پخوانۍ مزه يې نه وه پاتې. اوس مو ستړيا ډېره زياته شوې وه. اوس دا کار يوازې اصلي کسبيانو ته هم نه و پاتې. اوس د هر کسب او کار والا قبر کيندونکي شوي وو. په خپل کسب او کار پسې نه گرځېدل، په پېسو پسې گرځېدل، د خپلې گټې په تود بازار پسې گرځېدل. پخوا ما خپل زوى دې کار ته له ځانه سره نه راوست، خو اوس کار ډېر زيات شوى و. يوه ورځ مې هغه ته وويل: 

ـ وطن خانه! له دې وروسته به په گډه ځو. 

د هغه زړه خو چندان نه ورته کېده، خو زما خبره يې ځمکې ته نه شوه غورځولى. ويې منله او له دې وروسته به له ما سره د قبرونو کيندلو او جوړولو ته راته. په لږ وخت کې يې د قبر کيندل او جوړول زده کړل. اخر د قبر کيندل او جوړول هم څه آسان کار نه دى. دا کار ځان ته لارې چارې غواړي. دا کار هم مهارت غواړي. اخر يو کار دى کنه؟ او وطن خان دا کار ډېر زر زده کړ. دا مهارت يې دېر زر پيدا کړ. 

اوس موږ ټول قبرونه د چا په سپارښتنه او فرمايش نه جوړول. زياتره به قبر کوم ځانگړي مړي ته نه جوړېده. کله کله به داسې کېدل. کوم ډېر معتبر سړي ته به ځانگړى قبر جوړېده. نور نو زموږ د کسب ډول بدل شوى و. موږ به ټوله ورځ، د ماښام ترخړې پورې قبرونه جوړول، خو دا قبرونه به د چا په نامه نه وو. موږ چې به هر څومره قبرونه کيندل، هغه به بيا تر مازيگره خلاص شوي وو او د قبرونو وازې خولې به په خاورو ډکې شوې وې. زموږ د کار وبار بازار له يوې ورځې نه بلې ورځې ته مخ په گرمېدو و. زه او وطن خان دواړه به ټوله ورځ د قبر په کيندلو ستړي ستومانه شولو او چې ماښام به کور ته لاړلو، نو ځانونه به مو لا خپلو کټونو ته نه وو رسولي چې بيا به خوب وړي و. موږ اوس چندانې آرام خوب هم نه درلود. په خوب کې به مو هم هديرې ليدلې. قبرونه به مو ليدل. مړي به مو ليدل. شنې، سپينې او سرې جنډې به مو سترگو ته کېدې. پر ما خو له ډېرې مودې راهيسې څه داسې کانه شوې وه، خولا خبر نه وم چې زوى مې هم همداسې دى. يوه ورځ چې هغه د کوم قبر کيندلو ډېر ستړى کړى و، راته يې وويل: 

ـ پلاره! د ورځې خو د قبرونو کيندل زموږ ملا راماته کړي او د شپې ترې په خوب کې هم نه خلاصېږو. 

ما ترې په حېرانۍ وپوښتل: 

ـ څنگه بچو؟

هغه په شمېرلو الفاظو وويل: 

ـ بس خو نو... پلاره! زه د شپې ټوله شپه هديرې او قبرونه وينم. هر يو مړى يې جلا جلا خبرې راسره کوي. دوى خو عجيبه مړي دي. 

او چې ماته خپل زوى وطن خان دا خبره وکړه، نو پوه شوم چې په دواړو يوه کانه شوې ده. ماته مې يو ځل بيا خپل پلار راياد شو او د خپل کوچنيتوب د دوران پېښې مې تتې تتې په ذهن کې راژوندۍ شوې. يو وخت چې ما هم نوې له خپل پلار سره قبر کيندنه پيل کړې وه، نو يوه شپه مې په خوب کې وليدل چې زه او پلار مې دواړه په ډېر سخت کار اخته يو. پرله پسې قبرونه جوړوو، خو زما پلار دا ځل عجيبه کار کوي. کله چې به يې قبر جوړ کړ، نو که قبر لوى او پراخ و، نو يو ځل به په خپله په قبر کې وغځېد او چې د ده په طبيعت به جوړ راغى، نو يوې بريالۍ موسکا به يې ځان په شونډو کې راڅرگند کړ. او که قبر به کوچنى و، نو د قبر له چمتو کولو وروسته به يې ماته په قبر کې د غځېدلو حکم وکړ. زه به په قبر کې وغځېدلم. هغه به د قبر اندازه ځان ته معلومه کړه. بيا به يې ماته وويل: 

ـ پورته شه خينځيره!

او زه په په بيړه له قبره راپورته شوم. سبا يو څوک مړ شوى و. موږ د قبر کيندلو ته لاړو. موږ چې کله په هديره کې کار پيل کړ، نو زما يو ځل په زړه کې راوگرځېدل چې راشه د خپل بېگاني خوب کيسه خپل پلار ته وکړه. ما چې خبرې ته خوله جوړوله، نو بېرته مې راايساره کړه. ما ويل هسې نه چې هغه په غصه شي. زه تړلى او گنډلى وم. دا زما د پلار حکم و، خو کله چې ماته خپل ((وطن خان)) د خپلو خوبونو په باب وويل، نو ما هغه ته په کراره ځواب ورکړ: 

ـ څوک چې قبرونه جوړوي، هغوى همداسې وي بچو... همداسې.... 

او زما په شونډو کې ورو، ورو بيا هم زمزمه شوه: 

ـ څوک چې قبرونه جوړوي... څوک چې قبرونه جوړوي.... 

ما وليدل، ما واورېدل چې د هغه په شونډو کې هم دغه خبرې تکرار شوې: 

ـ څوک چې قبرونه جوړوي... څوک چې قبرونه جوړوي.... 

او له دې وروسته ما او ((وطن خان)) د خپلو خوبونو په باب هم کله کله يو بل ته کيسې کولې. موږ دواړو به د هديرې او کور او د کور او هديرې ترمنځ لاره زياتره د همدغو خوبونو په بيانولو لنډوله. 

د مړو خاورو ته سپارل اوس له زيات وير څخه ډک شوي وو. اوس به موږ زياتره، زلمي خاورو ته سپارل. اوس به له مړي سره کله په يو جلا موټر کې هديرې ته ښځې هم راتللې. ژړاگانې او ويرونه به وو، چغې به وې، کړيکې به وې او د جامو څيرل او د وېښتانو شکول به وو، خو زموږ لپاره اوس دا ټول شيان عادي شوي وو. اوس نو موږ د ورځې زيات ځوانان خاورو ته سپارل. د ډېرو کونډو، د ډېرو سرتورو، د ډېرو ميراتو او د ډېرو يتيمانو ژړاوې او فريادونه مو اورېدل، خو موږ ته دا کار اوس د ورځې يو ډېر عادي کار ښکاره کېده. د ورځې په کومه شېبه کې چې به هديره سړه وه، نو موږ به حېران وو چې دا نن څه چل شوى دى؟ خو زموږ دغه حېرانتيا به له څو شېبو څخه نه زياتېدله. ډېر زر به هديره ډکه شوه او پر يوه بل انسان، پر يوه بل قبر به خاورې واړولى شوې. 

يوه ورځ هديره تر ډېره پورې سړه پرته وه. ښه ډېره شېبه وروسته خلک راښکاره شول. يو مړى يې راووړ. له مړي سره ډېره گڼه گوڼه وه، په يوه جلا موټر کې ښځې هم ورسره وې، ژړاگانې وې، ويرونه وو او ټوله هديره چغو او فريادونو نيولې وه. کوم زلمى وژل شوى و. له واده يوه اونۍ وروسته وژل شوى و. ناوې يې هم هديرې ته راغلې وه. د هغې کړيکو ټوله هديره پر سر اخيستې وه. د هغې فريادونو زړونه څيرول. د زلمي مور هم همداسې وه او خويندې يې هم. ټوله هديره يې پر سر اخيستې وه، خو د ناوې غږونه، د ناوې فريادونه په کې له ټولو څخه څرگند او زړه څيرونکي وو. 

په همدغو چغو او فريادونو کې زلمى خاورو ته وسپارل شو. دعا وشوه او بيا يو څوک پورته شو چې څه خبرې وکړي. خبرې يې پيل کړې. خداى خبر چې څه څه يې وويل. ما به تل د قبر پر سر خبرو ته غوږ نه ايښود. زه يوازې د خپلو قبرونو په غم کې وم، خو دغه ځوان، دغه مړي، دغو فريادونو او دغو چيغو زما وار پار خطا کړى و. کله به مې قبر ته نظر شو، کله به مې شا او خوا خلکو ته او کله به مې ناوې ته حېران حېران وروکتل. هغه چې د قبر سر ته ولاړ و او څه خبرې يې کولې، يو ځل يې خپل غږ نور هم اوچت کړ، خو زه د هغه په خبرو هېڅ نه پوهېدم. حېران وم چې دى څه وايي؟ خو عجيبه پېښه وشوه. ناوې ورمنډه کړه او هغه چې په لوړ اواز يې خبرې کولې، له گرېوانه راونيو، څو تودې څپېړې يې ورکړې، خلک ترې راتاو شول، هغه يې ونيوله، خو هغې خپل ځان ترې خلاص کړ او بيا د زلمي پر قبر ورپرېوته. خلک ټول حېران وو. چغې او فريادونه د يوې شېبې لپاره غلي شول، د ټولو سترگې په ناوې کې ورښخې شوې. خبرې نيمگړې پاتې شوې. دعاوې نيمگړې پاتې شوې او بيا په هديره کې خلک خواره واره شول. 

له هغې ورځې وروسته زما زوى سوگند وخوړ چې زه به نور له تا سره هديرې ته لاړ نه شم. ما هغه ډېر پوه کړ، ډېر مې ورته وويل، خو هغه يو ځل سوگند کړى و چې نور به قبرونه جوړ نه کړم. هغه بيا له ما سره د قبرونو کيندلو ته لاړ نه شو. زه پر هغه غصه شوم، خو زما غصې هم هېڅ کار ونه کړ، اخر هغه ما سخت وواهه او بيا هغه زما له کوره لاړ. له خپل ماما کره لاړ او په دې توگه زه بيا د قبر کيندلو او جوړولو ته يوازې پاتې شوم. وطن خان بيا خپل کور ته رانه غى. زه هم پر هغه غصه وم او هغه هم نور د قبرونو له کيندلو او جوړولو سوگند خوړلى و. ما بيا هم د قبرونو کيندلو ته دوام ورکړ، خو اوس د قبرونو او مرگونو دومره پېښو، چيغو او فريادونو زما د کار مزه هم وړې وه. اوس ((وطن خان)) هم له ما سره نه و. ما له نورو کسانو سره يو ځاى کار کاوه، خو ما له خپل کار څخه هېڅ خوند نه اخيست. بل هېڅ کار مې نه و زده، که نه نو اوس به ما هېڅکله خپل ځان د قبرونو په کيندلو او جوړولو نه ساته، خو زما يوازې يو کار زده و، يوازې د قبرونو جوړېدل. اوس موږ قبرونه په مينه نه جوړول، ډېر وخت مو نه پرې تېراوه. هسې به مو ځمکه وکنله، د لحد لپاره به مو هم يو څه ځمکه په قبر کې وکنله او بيا به مو مړى په کې ښخ کړ. اوس د مړي په ښخېدلو کې هغه پخوانى پرتم نه و پاتې. په بيړه بيړه به خاورې پرې ورواړولى شوې او بيا به څو کسانو د قبر پر سر خبرې کولې. د قبر پر سر چې به چا خبرې کولې، نو راغليو کسانو به بد بد ورته کتل. زما به هم د خبرو والا بدي شول. زما به هغه د خبرو له والا څخه دومره بدي راتلل لکه چې دا مړى هم ده کړى وي. خداى خبر ولې زما د ډېرو خبرو له کوونکو څخه کرکه کېدله. ورو ورو مې دغه کرکه زياتېدله او اوس چې به کله خبرې پيل شوې، نو زه به د يوې شېبې لپاره د هديرې بلې څندې ته لاړم، خو هلته به د بل قبر پر سر خبرې وې او زه به مجبور شوم چې د څه ډېرې شېبې لپاره د هديرې په يوه او بله برخه کې سرگردانه وگرځم. اخر مې له خپل دې کار څخه هم کرکه راغله. دا کار مې پرېښود. بيا به د قبر له څنگه لرې نه تللم، خو خبرو ته مې بيا هم غوږ نه ايښود. يوه ورځ خو مې په ناخبره توگه په غوږونو کې گوتې ايښې وې. ما ويل چې د چا چغې او فريادونه وانه ورم. ما ويل چې د چا خبرې وانه ورم. ما ښه ډېره شېبه خپلې گوتې په غوږونو کې ايښې وې. اخر زما څنگ ته يو څوک ولاړ و، هغه وخوځولم، لکه له خوبه چې مې راپورته کوي. هغه حېران حېران راوکتل او په تعجب يې راڅخه د سر په اشاره څه وپوښتل. زما ځان ته پام شو او بيا ما ډېر ژر خپل لاسونه له خپلو غوږونو رالرې کړل. اوس ما خبرې اورېدلى شوې، خو نه پوهېدلم چې څه ويل کېږي. کله کله چې به خبرې زياتې شولې، نو زما په زړه کې به د پلار هغه خبره راياده شوله چې د غصې په وخت کې به يې ماته کوله: 

ـ خوله دې گنډې... که درويې گنډم؟... 

او زما په شونډو کې به همدغه جمله راژوندۍ شوه: 

ـ خوله دې گنډې... که درويې گنډم؟.... 

خو زما دغه خبره به دومره ورو په شونډو کې راژوندۍ شوې وه چې زما په څنگ کې ولاړو کسانو به هم وانه ورېدلى شوه. اخر زه تړل شوى وم. زه گنډل شوى وم. دا زما د پلار حکم و. 

نن څه عجيبه پېښه وشوله. يوه داسې پېښه چې ما يې تصور هم نه و کړى. زما په زړه کې کله هم داسې نه وو راغلي. ما هېڅکله هم داسې فکر نه و کړى چې گوندې زه به په خپلو گوتو خپل ((وطن خان)) ته قبر جوړوم. ما يو ځل په ډېره مينه خپل پلار ته قبر کيندلى او جوړ کړى و. هغه ماته ويلي وو چې: 

ـ بچيه! ښه قبر به راته جوړوې. زما د ټول عمر کور به ښه راجوړوې. هسې نه چې له سره يې يې تېر کړې. زما غوندې قبرونه، لکه زه چې يې جوړوم. 

او کله چې زما پلار مړ شو، نو ما يې پر قبر ډېره خواري وکړه. د هغه له وصيت سره سم مې د هغه قبر ډېر ښکلى جوړ کړ، او له هغې پېښې ډېر کلونه وروسته ما خپل ((وطن خان)) ته هم په خبرو خبرو کې هسې يادونه کړې وه: 

ـ بچيه! زما قبر به ښکلى راجوړوې، لکه ما چې خپل پلار ته جوړ کړى و. هغه په هغه وخت کې زما د دې خبرې هېڅ ځواب نه و راکړى او ځان يې په بل څه کار بوخت کړى و، خو زما په نصيب کې به دا ليکل شوي وو چې زه به په ځوانۍ کې د خپل پلار قبر په خپلو لاسونو جوړوم او په بوډاتوب کې به د خپل زلمي زوى. نن همداسې وشول. نن همدا څو شېبې وړاندې ما خپل وطن خان ته هم قبر جوړ کړ او هغه مې خاورو ته وسپاره. که زما خبرې څه بې مزې وي، که زما په خبرو کې زما د سلگو اواز واورئ، نو خوا مو مه بدوئ، اخر ما خپل يوازينى زوى هم تر خاورو لاندې کړ. اوس نو ماته هېڅوک راپاتې نه شول، له هر څه نه خلاص شوم. 

زه په هديره کې وم، قبرونه مې جوړول. ماته څوک راغى او د ((وطن خان)) د مرگ غږ يې راباندې وکړ. زه په ځان پوه نه شوم. يو وخت راپه خود شوم، خپل کور ته لاړ نه شوم. سمدلاسه مې د قبر په کيندلو پيل وکړ. ما خپل ((وطن خان)) ته څه داسې قبر جوړول غوښتل چې تر اوسه هيچا ته داسې قبر نه وي جوړ شوى. ما په قبر ډېر وخت تېر کړ. لکه هغه ته چې د واده کوټه جوړوم. هغه هديرې ته راوړل شو او ما په خپلو لاسونو هغه تر خاورو لاندې کړ، د هغه له وجود نه لا اوس هم تازه وينه ورو ورو رابهېدله، هغه مې په ډېر احتياط په قبر کې کېښود. قبر يې بېخي برابر و، لکه چې لومړى مې هغه په کې غځولى او بيا مې قبر ورته جوړ کړى وي. دومره خو بايد هم واى، اخر دا زما د عمر کسب و. ((وطن خان)) تر خاورو لاندې شو. د خاورو ډېرۍ پرې جوړه شوه او دغه ډېرۍ هم ما ډېره ښکلې جوړه کړه. دعا وشوه، وعظ وشو او بيا يو چا خبرې پيل کړې. زما د زړه درزا زياته شوه. خبرې همداسې اوږدېدلې. ډېرې زياتې اوږدې شوې. او زما د زړه درزا نوره هم زياته شوه. زما له سترگو د اوښکو دارې راروانې شوې. عجيبه پېښه وشوه. زه هېڅ پر ځان پوه نه شوم، سر راباندې دروند شو، ما غوښتل چې له خپل ځان څخه د گنډلو او تړلو ټولې غوټې او بخۍ راخلاصې کړم. په بيړه يې راوسپړم. د زړه درزا مې داسې حد ته ورسېدله، لکه له سينې څخه چې بوټ راوځي او بيا ما يوه منډه کړه، يوه چيغه مې له خولې ووتله، هغه څوک چې پر قبر يې خبرې کولې، د هغه خوا ته مې ورمنډه کړه او چې زه بيا پر ځان پوهېدلم، نو هغه مې له مرۍ نيولى او د ((وطن خان)) د قبر تر څنگه مې غورځولى و. 

زه پر ځان نه پوهېدلم. زما ((وطن خان)) مړ و. ما يو ځل بيا شا او خوا ته وکتل. هېڅوک هم نه راته ښکاره کېدل. لکه چې هېڅوک هم نه وي. لکه چې ټول کسان له هديرې تللي وي. 

لکه چې ما ټول ((وطن)) خاورو ته سپارلى وي. 

کابل

٥/٨/١٣٦٧هـ. ش. 



 

                                                                                                                                                                                       تروږمۍ

 



هغه سخت درد راپه مخه کړې. نور يې نو د درد توان نه لاره. ډېر ځلې يې خپل سر ته پر بالښت باندې، خوله ولگوله. بړستنه يې پر غاښونو زور کړه، خو طاقت يې ونه شو، بيا يې پر خپلو لاسونو خوله ښخه کړه او بيا يې هم د درد هېڅ تسکين ونه شو. تاو راتاو شوه. په ټوله کوټه کې تاو راتاو شوه، بېخي يوازې وه. سکمونه يې په فريادونو بدل شول او بيا لاړه خپله مور يې له خوبه راويښه کړله. مور يې په حېرانتيا له خوبه راويښه شوله او چې کله يې د خپل لور سکمونه او فريادونه واورېدل، نو پوه شوله چې څه خبره ده. له سترگو يې د اوښکو څو څاڅکي راتوى شول او پرته له دې چې د لور يې ورته پام شوى وي، هغه يې پټ شانته د خپل پړوني په پيڅکه پاکې کړې او اوچته له ځايه راجگه شوه. لور يې له يوې شېبې څخه بلې ته خپل فريادونه لا زياتول. پر ځان به يې ډېر زور راوړ، خو هېڅ چاره يې نه کېدله. د ملا او گېډې درد يې له حده زيات شوى و. مور يې د هغې په گېډه او ملا لاسونه کش راکش کړل. څه ښځينه ټوټکې موټکې يې پرې وکړلې، خو د هغې درد نور هم زيات شو. مور يې ورته وويل: 

ـ بچى خداى به خېر کړي. 

خو د هغې دردونه يو په بل پسې داسې راکړۍ شوي وو چې هغې نور خپل فريادونه نه شول بندولاى. اخر درد هم يو حد لري او هر څه چې له هغه خپله حده واوړي، نو بيا خو بې له چغو فريادونو او عصيانونو، هېڅ نه شي کېدلاى. اخر هغې چې اوس فرياد نه کاوه، نو کله به يې کاوه؟

تروږمۍ خپل فريادونه نور هم اوچت کړل. کله به يې د کټ په بازوگانو پورې ځان کلک کړ او کله به يې د دروازې درشايي ته ځان ورجوخت کړ. ورپورې به ونښتله چې څومره زور به پکې و، همدومره زور به يې پرې راووړ، خو د دردونو کمى نه و. د يو تگ و او د بل راتگ. تروږمۍ لا په همدغو دردونو، سکمونو او فريادونو کې وه چې بوډۍ مور يې خپل لوى پړونى راواخيست، له ځانه يې راتاو کړ او لور ته يې ورو شان وويل: 

ـ تروږمۍ بچۍ، درځه چې ځو. 

هغه پوه شوه چې مور يې څه ورته وايي. هغه د چېرته تگ په معنا پوهېدله. لا پخوا يې مور او دې سلا مشورې سره کړې وې. مور يې هغې ته ويلي وو چې بچى که دردونه دې ډېر زيات وو او که بيا ډېره په تکليف شوې، نو روغتون ته به ځو. مور ته يې څو گاونډيو ښځو لا له پخوا نه ويلي وو چې دا يې لومړى ځل دى او خامخا به يې روغتون ته رسوې. له درد سره سم به يې هلته رسوې. 

مور او لور دواړه روان شول، تياره وه، تروږمۍ وه، شپه وه او دوى دواړه په تنگو کوڅو کې د لوى سړک لاره ونيوله. لور يې په ډېره سختۍ په لاره روانه وه. کله به د درد يوې سختې څپې له تگه پاتې کړله. يوه لنډه شېبه به کېناستله او بيا به خپلې بوډۍ مور له لاسه ونيوله او بيا به يې له ځان سره په څنگ څنگ کې روانه کړله. لارې ډېرې چکړې وې، اوبه وې، خټې وې او د دوى کلوشې به کله کله په خټو کې ترې پاتې شوې او بيا به يې په تياره کې د خپلو کلوشو لټون کاوه. په تگ تگ کې د هغې درد يو څه ښه شوى و، خو چې خپلې گېډې ته به يې وکتل، نو خداى خبر چې څه وېره به ورته پيدا شوه او بيا به له همدغې وېرې سره د درد يوې بلې زورورې څپې پر ځاى کېنوله. عمومي سړک ته په ډېره سختۍ ورسېدله او بيا ښه ډېره شېبه د موټر په انتظار کې پاتې شول. ټکسي نه پيدا کېده او اخر چې خداى د کومې گزمې موټر پرې ورپېښ کړ، نو دوى يې له ځانه سره جگ کړل. دننه په موټر کې نو تروږمۍ ټول دردونه پر ځان وزغمل او له خولې يې هېڅ فرياد راپورته نه شو. کله به د درد څپو داسې په مخه واخيستله چې هېڅ طاقت به يې ونه شو. پر خپل ځان به يې خوله ولگوله او د يو څه سکم غږ به يې واورېدى شو. د درد د زغملو درد، هغه ډېره ناراحته کړې وه. له ډېره درده يې اوښکې راروانې وې، خو چې مور به په سترگو سترگو کې څه ورته وويل، دې به د درد زغمل نور هم څو چنده کړل. 

تروږمۍ چې د زېږنتون مخې ته له موټره کوزه شوه، نو په زړه کې يې يو ((شکر)) وکړ او بيا هغه خپلې مور له لاسه ونيوله او د زېږنتون د زېږېدلو کوټې ته يې ورننوېستله. د تروږمۍ مور يې يوازې تر دروازې ورسره پرېښودله او بيا نو تروږمۍ يوازې ورننوتله. 

په زېږنتون کې گڼه گوڼه وه. د زېږنتون مخې ته هم زياته گڼه گوڼه وه. ټول نويو زېږېدنو ته سترگې پر لاره وو. د زېږېدو په ستره خونه کې څو نرسانې په بيړه بيړه يوې او بلې خواته تلې او راتلې. فريادونه وو، چغې وې او د نويو ماشومانو نرۍ، تنکۍ ژړاوې وې. د ميندو د دردونو کړيکو او چيغو، د نويو زېږېدلو ماشومانو له تنکيو ژړاوو سره د زېږېدو د سترې کوټې فضا ته څه عجيبه بڼه ورکړې وه. کله چې تروږمۍ دې خونې ته ورننوتله، نو وارخطا غوندې شوله. نورو ښځو هم چغې وهلې. د يوې فريادونه به له بلې لا زيات سخت وو او چې يوې به کړيکه کړه، نو نورو به هم خپلې کړيکې له هغې لومړنۍ ښځې زياتې جگې کړلې او بيا نو د تروږمۍ چغې له هغو نورو ښځو سره گډې شوې. 

د تروږمۍ له ورننوتلو سره سم يوه نرسه دې ته ورنژدې شوه. څه کاغذونه يې په لاس کې وو. قلم هم ورسره و. غوښتل يې چې څه وليکي. له تروږمۍ يې وپوښتل: 

ـ نوم دې څه دى؟

او تروږمۍ لکه چې دا خبره هېڅ اورېدلې هم نه وي. پر هغې د درد داسې څپې راروانې وې چې د هغې غوږونه يې هم درانه کړي وو. نرسې دا ځل په غصه ترې وپوښتل: 

ـ تاته وايم، نوم دې څه دى؟

دې ورو شان ورته وويل: 

ـ تروږمۍ. 

او د تروږمۍ د نوم له اورېدلو سره، نرسه حېرانه شوله. يوې خوا او بلې خواته يې وکتل او لکه چې پر خپلو غوږونو بې باوره شوې شانته وي، د پوښتنې په ډول يې ورته وويل: 

ـ څه... څه... تروږمۍ دې نوم دى؟

او په تروږمۍ د درد يوه بله داسې زوروره څپه راغلې وه چې د خبرو پر ځاى يې د درد له زغم سره يو ځاى هغې ته يوازې خپل سر وخوځولو. 

د نرسې مخ تک سور شو. په يوه کاغذ کې يې څه وليکل او په څنگ کې بلې نرسې ته يې په تعجب وويل: 

ـ دا هم تروږمۍ ده! تروږمۍ يې نوم دى. 

بيا هغې بلې نرسې ترې د پلار د نوم پوښتنه او څه نورې لازمې پوښتنې وکړلې او هغه هم په تعجب سره له کوټې ووتله. 

اوس نو د زېږېدلو په ستره کوټه کې يو څو تنه ښځې پاتې وې. ټولو بايد په پرله پسې توگه خپل ماشومان زېږولي واى. ټولې دردونو په سر اخيستې وې او بيا دوى ټوله کوټه پر خپلو فريادونو پر سر اخيستې وه. يوه ډاکټره کوټې ته راننوته او د کومې ناروغۍ نوم يې په زوره واخيست: 

ـ تروږمۍ!

او په کوټه کې پنځه شپږو واړو ښځو ورغږ کړ: 

ـ زه يم!

ـ تروږمۍ زما نوم دى!

ـ څه خبره ده؟

ـ بلې!

او ډاکټر هم حېران پاتې شو. عجيبه خبره وه. ټولې ((تروږمۍ)) وې. ډاکټر ته له خپل دغه تعجب سره سره خندا هم ورغله او بيا چې يې د پلار نوم واخيست، نو هغه خپله ناروغه يې پيدا کړاى شوه. 

د يوې ښځې فرياد بېخي زيات شوى و. د هغې د ماشوم د زېږېدو وخت و. فريادونه يې اوچت کړل. پر يوه کټ يې څملوله او بيا د ښځې له فريادونو سره سم د ماشوم تنکۍ ژړا هم واورېدلى شوه. ماشوم هلک و او چې کله به هلک پيدا شو، نو د کوټې د نوکريوالو نرسانو او خدمو پر شونډو به هم موسکا خپره شوه. د دغه ماشوم په پيدا کېدلو هم په کوټه کې شور جوړ شو. نرسانو او خدمو چغې کړې: 

ـ مبارک، مبارک!

ـ هلک دى، مباردک دې وي. 

ـ هلک دى، زېرى مې درباندې. 

او يوې خدمې خو منډه کړه، بهر ووتله. غوښتل يې چې هلته هم په بهر کې منتظرو کسانو ته زېرى ورسوي او څه ((زېرى)) ترلاسه کړي، خو عجيبه وه. د نوي زېږېدلي هلک خپله مور ډېره شېبه چپ وه. يوې خدمې ورغږ کړ: 

ـ هلک دى، مبارک دې وي، له زېري سره!

او چې هغې ښځې څنگه دا خبره واورېدله، نو يو ځل يې ژړا پيدا کړه. لومړى يې ورو ورو ژړا کوله او بيا نو د ژړا غږ همداسې ورپسې اوچتېده. په سلگو سلگو يې ژړل او د اوښکو يو رود ترې راروان و. هلک ته يې چې د کومې نرسې په لاس کې و، بد بد وکتل او بيا يې ژړا ته زور ورکړ. په کوټه کې له ټولو ښځو څخه خپل دردونه هېر شول او په دغه ښځه ورغونډې شولې. نرسانې او خدمې هم ترې تاوې شولې او د پوښتنو يو بهير پيل شو: 

ـ اخر دا ولې؟

ـ پر هلک هم چا ژړلي دي؟

ـ ښه و چې خداى خلاصه کړې... ماشوم هم هلک دى؟

ـ ولې په څه؟

او د پوښتنو دغه بهير لا روان و چې په څنگ کې يوې نوې راننوتې بوډۍ شان ښځې وويل: 

ـ تروږمۍ بې څه نه ژاړي. ماشوم يې بې پلاره دى!

هغه يوه شېبه چپ شوه. ټولو ښځو خپل دردونه هېر کړي وو. نرسانې هم په تعجب کې وې. هغې بيا ورو شان وويل: 

ـ دوه شپې مخکې هغه کونډه شوه. 

او له دې خبرې سره سم، ټولو ولادت ته نژدې ښځو چغې کړې. ټولو خپلو پړسېدلو گېډو ته بد بد وکتل او ژړاوې يې لا اوچتې کړې. ټولې په درز پر ځاى کېناستې او هرې يوې به غږ کاوه: 

ـ يوه مياشت مخکې زما هغه هم په وينو ککړ.... 

ـ يوه اونۍ مخکې.... 

ـ دوه شپې مخکې.... 

ـ درې مياشتې مخکې په يوه شومه دم کې.... 

او فريادونه يو له بله اوچتېدل. نرسان او ډاکټران حېران شول. ټول په بيړه له کوټې ووتل او بيا په لږه شېبه کې د پاتې ښځو ډکې گېډې تشې شوې وې. 

 

کابل

۱۰ـ ۱۱ـ۱۳۶۷ هـ. ش. 



 

 

                                                                                                                                                                                            زړه کلا

 



هغه ته د خپلې کلا زړه دروازه له بل هر څه گرانه وه. هغه چې به له خپلې زړې کلا څخه هر څومره لرې لاړ، نو ټول حواس به يې له همدې زړې کلا، له همدې زړې دروازې او له همدغو سترو او زړو دېوالونو او برجونو سره وو او کله چې به هغه له نزدې يا لرې ځايه بېرته همدې کلا ته رانژدې کېده، نو لکه د کلونو مساپر چې بېرته خپلې مېنې ته راگرځي، همدومره به بيړې اخيستې و. کله چې به راورسېد، نو په دروازه کې به ښه شېبه ودرېد، لکۍ به يې وخوځوله او لکه چې غواړي دروازې ته ورغاړې وځي، داسې به ترې تاوېده راتاوېده. خبره د کلا په باب ده. د همدغې زړې کلا په باب. دا کلا د کلي بر سر ته پرته وه. شا او خوا ته يې پټي وو. شنې ځمکې وې، کروندې وې او بيا يو څه اخوا ترې نورې کلاوې وې او نورې کروندې. 

دا يوه ډېره لويه کلا وه. سپين ږيرو به کيسه کوله چې دا کلا يې ډېره سخته جوړه کړې وه، په ټول کلي کې يې له نورو کلاگانو څخه توپير لاره، برجونه يې له نورو ټولو کلاوو لوى او جگ وو او دېوالونه يې له نورو ټولو کلاوو لوړ او سورور. سپين ږيرو به ويل چې د دې کلا د جوړېدلو په وخت کې به د خټې د جوړېدلو کار دانسانانو له حوصلې هم بهر شو او له څو قلبه يې غوايانو څخه به گټه اخيستله کېده، قلبه يي غوايان چې به په لمده شوې خټه کې ښه وگرځول شول، نو ايله - بيله به خټه پخسې ته جوړه شوه او بيا به نو خټگران او مزدوران ترې راچاپېر شول او په څو شېبو کې به بيا دغه خټه د دېوالونو سرونو ته جگه شوې وه او بيا به نوره خټه تيارېدله. دا کلا همداسې په سختۍ جوړه شوې وه، خو له سختۍ سره سره ډېره په راستۍ هم جوړه شوې وه. د ادم کاکا خپل زامن او ورېرونه هم دومره وو چې له خټگرانو او مزدورانو سره به يو ځاى شول، نو لښکر به ترې جوړېده او بيا همدغه لښکر دا کلا جوړه کړه. تر اوسه په دې کلي کې د ادم کاکا اولاده پرته وه، نمسيان، کړوسيان او کوديان. عجيبه وه د دغو ټولو نسلونو استازي په دې کلا کې وو، زامن خو يې ټول له نړۍ تللي وو، له نمسيو، کړوسيو او کوديو يې لښکرې جوړې شوې او ټول په همدې کلا کې پراته وو. زړې سترې کلا دوى ټول په خپله غېږه کې نيولي وو، ټول يې يو ځاى سره ساتلي وو. 

دې سترې کلا يوازې يوه حجره لرله، داسې کلاوې زياتره يوه حجره لري او دا حجره د کلا د ټولو استوگنو د يووالي نښه وي. د ادم کاکا د کلا حجره هم د هغه د نمسيانو، کړوسيانو او کوديانو د يووالي نښه وه. د حجرې سهيلي اړخ ته لويه کوټه جوړه شوې وه. دا کوټه دومره ستره وه چې که دننه به ورننوتې، نو د يو لوى مېدان گومان به دې پرې راغى. په منځ کې يې څلور سترې ستنې ولاړې او گرچاپېره يې کټونه پراته وو. په کټونو کې لوى لوى بالښتونه ايښودل شوي وو. په دې کوټه کې له شلو څخه زيات کټونه ځايېدل. په منځ کې يې نغرى جوړ شوى و او دومره لوى نغرى و چې د کټونو په شمېر کسان به ترې گرچاپېره ځايېدلى شول. ټولو به ترې پښې راتاو کړې او د ژمي اوږدې شپې به يې په خبرو، کيسو او ټوکو ټکالو تېرولې او کله چې به ځوانان په دې حجره کې يوازې شول، نو بيا خو به له منگي څخه ربړ تاو شوى و، رباب يا ستار او بنجو به د يو چا غېږې ته ځان رسولى و او بيا به ټوله حجره په سر رااخيستلې شوې وه، د حجرې د کوم کټ بازو به خامخا په مستۍ کې مات شوى و او داسې خو به هغه شپه د مستۍ په يوه نېکمرغه شپه بدله شوه. په دغې شپه به ((داغي)) له هم خوب نه وروسته. گرده شپه به د حجرې په انگړ کې گرځېده، کله به يې د ټولې کلا يو گشت وکړ، يو عمومي شانته څار به يې وکړ او بيا به بېرته د حجرې دروازې ته راغى. بيا به يې لکۍ وخوځوله او لکه چې د ځوانانو په دې خوښۍ او مستۍ کې چې دى هم د لکۍ په خوځولو او ټوپونو برخه اخلي. کله خو به يې په خپله ښۍ مټه د حجرې دروازه ورو شان وربېرته کړله. خپل سر به يې حجرې ته ورننوېست، لږه شېبه به هلته ولاړ و او چې بيا به د حجرې د زلمو د مستۍ په ولولو کې د کوم يوه ورته فکر شو، نو غږ به يې پرې وکړ: 

ـ او هو! داغي. راځه ته هم راگډ شه. 

او بل به غږ پرې وکړ: 

ـ گورئ، داغي! ظالمه، دلته څه کى؟!

او داغي به بېرته له دروازې ځان رابهر کړ او بيا به يې د سترې کلا څار وکړ. په يوه منډه به د کلا په گوټ گوټ کې وگرځېد. د کلا ځينو بامونو ته به هم وخوت چې کوم څه شى به په نظر ورغى، نو ښه شېبه به ورته وغپېد او بيا چې به يې باور راغى چې کوم څوک يا څه شى نه ښکاري، نو بېرته به د کوټې له بامونو راښکته شو، بيا به په لويه کلا کې يو خوا بل خوا په منډه منډه وگرځېد او بيا به يې د حجرې د کوټې دروازې ته ځان ورورساوه او لکه چې غواړي بيا ځان د زلمو په مستۍ کې ورگډ کړي. 

((داغي)) عجيبه سپى و. ډېر کلونه يې په همدې کلا کې تېر کړي وو. وړوکى کوکرى و چې دې کلا ته چا راوړ، همدلته ستر شو. همدلته يې خپله ځواني تېره کړه او همدلته ترې ښه غټ سپى جوړ شو. زياتې زوړ شوى و، خو هم به يې د کلا د زلمو خيال ساتلو، هم د زړو او هم د کوچنيانو. دى چې لا وړوکى کوکرى و او دې کلا ته راوړل شو، نو پر تک سپين پوټکي يې څو نصواري شانته داغونه وو، بېخي برگى هم نه و، خو ټول څلور پنځه نصواري داغونه يې پر سپين پوټکي د هغه ښکلا لا زياته کړې وه. د دې کلا د کوم ماشوم دغه کوکرى ډېر خوښ شوى و. هغه يې خپلې کلا ته راوړى و. کوچنيانو به هم د دغو ښکلو داغونو له کبله داغي ورته وايه او بيا دا کوکرى په ((داغي)) مشهور شو. 

زړه کلا هېڅکله بې گڼې گوڼې نه وه، که په دغه کلا کې به کومه ښه بده پېښه شوه، نو بيا خو به يې گڼه گوڼه بېخي بل ډول وه. داغي به هم په دغه گڼه گوڼه کې لا زيات خوشحاله ښکارېده. خپله لنډۍ لکۍ به يې په بيړه بيړه خوځوله او خپل بوڅ غوږونه به يې نور هم بوڅول. که په دې زړه کلا کې به واده و، نو داغي به داسې په منډه يوې او بلې خوا ته گرځېده چې تا به ويل د واده په ضروري او کاري کسانو کې دى او چې زړې کلا ته به کوم غم پېښ شوى و، نو د هغه بوڅ غوږونه به هم زوړند وو او لکۍ به يې هم مړاوې ښکارېدله. 

د زړې سترې کلا ټولو استوگنو له داغي سره مينه لرله. هغه ځکه پر ټولو گران و چې داغي به هم پر هر يوه مينه کوله. کله چې به کوم يو د څه وخت لپاره په کلي او کلا کې نه و او چېرته به سفر ته تللى و او بيا به بېرته کلا ته راغى، نو داغي به له ټولو وړاندې ورمخې ته شو. په پښو کې به ورته ښه دېره شېبه ورغړېد او بيا به يوې خواته ودرېد. 

***

نن زړه کلا مروره وه. غمجنه وه او دا زړه کلا هېڅکله هم چا دومره غمجنه نه وه ليدلې. خداى خبر نن پر زړه کلا څه تندر راغورزېدلى و. د زړې کلا د ټولو استوگنو سترگې لمدې وې. د زړې کلا دېوالونو او دروازو هم لکه چې ژړل او عجيبه وه اسمان هم نرۍ پونه وروله. لکه چې د زړې کلا بدمرغۍ هر څه ژړول. ورېځې يوې خوا او بلې خواته اوښتې رااوښتې. 

د ماښام له خړې سره سم زړه کلا خالي شوه، هماغه د کلونو کلونو زړه کلا، هماغه د لوړو دېوالونو، د لوړو برجونو ستره کلا، هماغه د ادم کاکا د بچو او لمسو او کړوسو او کودو گډه کلا، هماغه د مستۍ کلا، هماغه د شنو کروندو په منځ کې ولاړه کلا او هماغه د غره په بېخ کې جوړه شوې کلا. دغه کلا د ماښام په خړه کې بېخي خالي شوه. ټول استوگن يې په لمدو سترگو، له دې زړې کلا څخه، دغه د خپلو پلرونو او نيکونو له کلا څخه ووتل او چې هر يو به له کلا څخه ووتلو او تر شا به يې يو ځل بيا زړې کلا ته وروکتل، نو يوه ښه شېبه به ودرېد، لکه چې د زړې کلا دېوالونه او برجونه چې څه ورته وايي. لکه چې زړه کلا ورته د لويې زړې دروازې په خوله، تېرې هېرې کيسې کوي. لکه چې هغه ته او زړې کلا ته په گډه د هغه د زېږېدو له وخت څخه تر همدغې شېبې، همدغه دمخه ښې تر شېبې کيسې کوي او هر يوه استوگن چې په د وروستي ځل لپاره خپلې زړې کلا ته وروکتل، نو همداسې څه کانه به پرې وشوه. 

د ماښام خړه چې هر څومره زياتېدله، هر څومره چې تياره زوروره کېدله، نو هغومره زړه کلا خالي کېدله او بيا نو بېخي خالي شوه. يوازې ((داغي)) لا په زړه کې پاتې و. ټولو چې داغي ته هر څومره تو... تو وکړل او هر څومره چغې چې يې ورته وکړلې، داغي له زړې کلا راونه ووت. ښه ډېره شېبه يې په هغه پسې خواري وکړله. څو زلمو په گډه په داغي پسې منډې پيل کړې، ټول يې ستړي کړل او داغي لاس ته ورنه رغى. داغي په زړه کلا کې د پاتې کېدو لپاره خپل ټول زور يو ځاى کړ او لکه چې هغه خپل ټول زور همدې شېبې ته ساتلى و. پر داغي د هېچازور ونه رسېد او بيا نو مجبور شول چې داغي پرېږدي، د داغي د پرېښودلو او پاتې کېدلو داغونه له ټولو سره په زړونو کې پاتې شول. 

داغي له زړې کلا سره يوازې پاتې شو. هغه ټوله شپه سونگېده. انگولا يې کوله او لکه چې هغه ژاړي، لکه چې هغه د زړې کلا په سرنوشت پورې ژاړي، لکه چې هغه ته زړه کلا له خپلو استوگنو پرته ډېره بل ډول ښکارېده. ټوله شپه له زړې کلا گېرچاپېر وگرځېد. په هېڅ ځاى کې يې د زړه تسل نه کېده. هغه هېڅکله زړه کلا داسې نه وه ليدلې. هغه څو شپې يې همداسې وکړل، څو ورځې يې همداسې وکړل، هغه غوښتل چې زړه کلا يوازې پرې نه ږدي. پر هغه زړه کلا ډېره گرانه وه او غوښتل يې چې تر پاى له همدغې زړې کلا سره پاتې شي. 

***

زړه کلا همداسې خالي پرته وه. د زړې کلا زاړه پلن او لوړ دېوالونه لا هماغسې خپه وو. د زړې کلا زړه دروازه لا هماغسې بنده او غمجنه وه. کله کله به په هوا کې د کارغانو اوازونه واورېدل شول، خو اخوا ته، د زړې دروازې کيڼ اړخ ته ((داغي)) پروت و، څنگ ته يې د سرې وينې څو داغونه پراته وو او لکه چې دا داغونه د داغي خولې جوړ کړي وو. 

کابل

١/٢٢/٢٣٦٧هـ. ش. 



 

 

                                                                                                                                                                                کوچنی غازي

 



د څوارلسو پنځلسو کلونو د شا او خوا معلومېده. په دې زندان کې تر ټولو کوچنى بندي و. هغه يې يوازې په يوه کوټه کې اچولى و. کوټه قلفي و. کله کله به يې بهر راپرېښودلو. يو عسکر به تر شا ورپسې روان و. هغه به په دغه حال کې هم په دهلېز او انگړ کې داسې روان و، داسې قدمونه به يې اخيستل، لکه د پوخ عمر کوم اتل بندي چې د غرور او وياړ گامونه اوچتوي. په پښو کې خو يې زولنې نه وې، خو هغه ته چې به چا کتل، نو د پښو د تصوري زولنو اواز به د هغه دتگ په ښکالو کې هم سړي ته د محبوبې د بنگړو د شرنگا د اواز په څېر ښکاره شو. 

هره ورځ چې به هغه ته له کوټه قلفي څخه د راوتلو اجازه ورکړله شوه او هغه به راووت، نو د ټولو بنديانو سترگې به هغه ته ورواوښتلې. ټولو به لار ورته پرېښودله. ټولو به حېران حېران ورته کتل، خو هغه به تل پاس کتل، د زندان لوړو دېوالونو او برجونو ته، اسمان ته، لمر ته. 

هسې خو په زندان کې د هر بندي جلا جلا کيسې او افسانې وې، هر چا ځان ته خپلې خپلې کيسې لرلې او کله کله به دغو کيسو د افسانو بڼه غوره کوله، خو د هغه په باب به په زندان کې ډول ډول کيسې کېدلې. چا به يو څه ويل او چا به هم بل څه. هغه ټولو ته گران و. د ټولو بنديانو په زړه کې يې ځاى و، خو له هغه سره يې د مينې د ښکاره کولو لپاره توان نه لاره. دغه توان ترې اخيستل شوى و. کله چې د مينې د څرگندولو توان هم نه وي، نو ټول توانونه له منځه ځي. د غرني په باب هم خبره همداسې وه. آ رښتيا! د هغه خپل نوم غرنى و. 

غرنى به خداى خبر له پخوا څخه همداسې خوار خوارينجى و او که اوس زندان داسې ځپلى و. بس يوازې پوستکى او هډوکى ښکارېده، خو په سترگو کې يې څه عجيبه اغېز پروت و. يو ډول برم يې لاره او لکه چې دغه برم د هغه کيسو، هغه ته بښلى و. غرني به لنډې شان زړې جامې اغوستې وې او زاړه بوټان په يې په پښو وو، لکه چې د ده خپل نه وي او يا لکه چې اوس د ده په پښو کې لوى شوي وي، دومره له کاره لوېدلي وو چې دا نه معلومېدل چې يو وخت به يې رنگ څنگه و؟

غرني له چا سره خبرې نه کولې. هغه ته يې د خبرو اجازه ورکوله هم نه، خو د هر بندي په زړه کې دا تلوسه وه چې له هغه سره يوه شېبه ناست واى، هغه ته يې يوه شېبه ښه سم کتلي واى. د هغه د زړه خبرې يې اورېدلې واى. هغه به څنگه غږېږي؟ هغه به څه وايي؟ دا ډول پوښتنې د هر بندي په ذهن کې پرتې وې، خو هغه له چا سره خبرې نه شوې کولاى، بل کوم بندي هم زړه نه شو ښه کولاى چې هغه ته څه ووايي. چا زيات ورکتلاى هم نه شول. 

په زندان کې د هغه د کړولو او ځورولو رنگ په رنگ کيسې کېدلې. چا به د هغه د ځورولو په باب يو څه ويل او چا بل څه. په تېره بيا په هغه وخت کې چې غرنى يې ډېر وخت له کوټه قلفۍ څخه رابهر نه کړ. بيا به نو اوازې او انگازې بل ډول شوې. تودې به شوې... سړې به شوې... بيا به تودې شوې او دغه سړښت او تودښت به همداسې روان و. 

خو يوه ورځ څه عجيبه پېښه وشوه. هغه يې هم بهر راووېست. هماغسې له برمه ډک گامونه يې اخيستل. تر شا يې يو سپاهي ورپسې روان و. دا ځل يې وجود لا نور زيات کمزورى ښکارېده. لږه شېبه چې به تېره شوه، پر ځاى به کېناست، لنډه شان دمه به يې وکړه او بيا به روان شو. هغه لا زيات کمزورى ښکارېده، خو خداى خبر چې د لنډې لارې د لنډ مزل کمزوري گامونه يې هم څنگه له برم څخه ډک ښکارېدل. هغه لږه شېبه ودرېد. خپل شا او خوا ته يې وکتل. بيا يې د زندان لوړ دېوالونه او برجونه له نظره تېر کړل او پر ځاى کېناست. په همدغه وخت کې يو د پوخ عمر زنداني له خپله ځايه منډه کړه. په يوه منډه يې خپل ځان تر غرني ورورساوه او بيا يې هغه له مټونو څخه نيولى او پر خپلو اوږو سپور کړى و. دا کار يې دومره په بيړه کې وکړ، لکه چې څوک سترگې رپوي. هغه يې پر اوږو سپور کړ او يوه چغه يې وکړه: 

ـ کوچنى غازي... کوچنى غازي... 

د زندان په انگړ کې د ټولو سترگې د هغه پر لور شوې. هغه خپل غږ نور هم لوړ کړ: 

ـ دا دى کوچنى غازي... کوچنى غازي دا دى... 

ټول د هغه پر لور ورروان شول، خو لا نور څوک نه وو وررسېدلي چې له هغوى څخه بيا گڼ شمېر سپايان راتاو شوي وو. هغه او غرنى دواړه يې تر کوتکونو لاندې کړل او بيا يې په نورو زندانيانو راباندې کړل، خو هغه زنداني لا هماغسې د خپل غږ انگازې اوچتولې: 

ـ کوچنى غازي... کوچنى غازي... 

خو سپايان رازيات شول او بيا ډېر زر دغه گڼه گوڼه ختمه کړى شوه. څو ورځې يې بنديان د زندان انگړ ته راونه وېستل او هغه د پاخه عمر سپين ږيرى يې چېرته کوټه قلفي کړ. 

له دې وروسته د زندان په هره کوټه کې د غرني په باب خبرې گرمې شوې. له دې وروسته به هغه ته هيچا هم غرنى نه وايه. هغه په ((کوچني غازي)) مشهور شو. اوس به نو زياتې زنداني کيسې د ((کوچني غازي)) په اړه وې. 

کوچني غازي په يوازې ځان د روسانو يو ټانک تباه کړى و. کوم لاسي جوړ شوى بم يې د ټانک مخې ته وراچولى و. ټانک او پنځه روسان يې په کې لولپه کړي وو. بيا يې هغه نيولى و او دا دى دا دومره موده په زندان کې و. 

له هماغې ورځې وروسته به د هر چا په خوله کې د ((کوچني غازي)) خبره وه: 

ـ وايي چې کوچنى غازي يې ډېر وهلى دى... 

ـ ټول يې داغلى دى... 

ـ ظالمو پر کوچني غازي څه څه نخرې نه دي کړي... 

ـ وايي چې کوچنى غازي نه خوب ته پرېږدي. نه د خوراک څه ورکوي... ورته وايي چې ووايه: د چا په لارښودنه دې دا کار کړى دى؟

ـ او د هغه له خولې سپڼ قدرې هم نه وځي... 

او بل به په کې راغږ کړ: 

ـ افرين د نارينه اولاده!

خو يوه شپه دا ټولې کيسې پاى ته ورسېدلې. تکه توره شپه وه. زندان له پخوا څخه هم خونړى ښکارېده. ورېځ وه. د اسمان مخ ټول په تورو ورېځو پټ و. په همدغسې يوه شپه کې څوک راغلل او ((کوچنى غازي)) يې له کوټه قلفۍ بهر کړ. هغه ته يې تکه توره خولۍ ورپه سر کړې وه. د هغه سترگې يې ورپټې کړې وې، خو د هغه له بيولو سره سم په ټول زندان کې انگازې خپرې شوې: 

ـ کوچنى غازي... کوچنى غازي... 

د همدغه غږ په بدرگه کې هغه روان و. گامونه يې له پخوا څخه هم له زيات برم څخه ډک وو. دغو غږونو د زندان ټولې کوټې او ټول دهلېزونه ونيول او انگازې يې غبرگې او راغبرگې شوې. هر چا او هر څه شي غږ کاوه: 

ـ کوچنى غازي... کوچنى غازي... 

پېښور

حوت، ١٣٦٨هـ. ش. 

 

- دغه لنډه کيسه پخوا په يوه مجله کې د ((ستا په لاس کې جام جام... )) په نامه چاپ شوې ده. 

 



 

 

                                                                                                                                                                         ورکه سندره

 



نوې راډيو مې اخيستې وه. راډيو مې زياته خوښه وه. زه چې وړوکى وم، هم مې راډيو ډېره زياته خوښه وه. ما به تل خپل پلار ته د راډيو د اخيستلو ويل. پلار به مې خبره هسې په هغه دغه تېره کړله. يوه ورځ مې کلک تل وکړ چې نن خامخا خپل پلار ته په دې باب وايم. دا ځل به خامخا راډيو راته واخلي. زه به کلکه غوښتنه ترې وکړم. هغه ته مې وويل: 

ـ پلاره! د ټولو خلکو راډيو شته او زموږ نه شته. 

هغه ځواب راکړ: 

ـ د ټولو له کومه شوه؟

ما ورته وويل: 

ـ هغه دى د شريف دې هم شته، د گنډېر دې هم او د.... 

خو هغه زما خبره، زماپه ستوني کې راوچه کړله: 

ـ پرېده! غوږونه مې مه خوره. چپ شه!

زه لا هماغسې په خپله خبره ټينگ ولاړ وم: 

ـ نو ولې د هغوى شته، ولې زموږ نه شته... ولې نه شته.... 

د هغه حوصله لکه چې نوره نه وي پاتې شوې. په غصه يې راته وويل: 

ـ په څه يې واخلم... له کومه يې کم؟!

زه حېران شوم. څنگه يې په څه واخلې؟ څنگه يې له کومه کړې؟ دا نورو خلکو له کومه کړې؟... زه په دې خبرو نه پوهېدم. هغه ته مې ډېر لنډ ځواب ورکړ: 

ـ ولې خو وايې خله کنه، څه سخته خو نه ده. 

زما د پلار قهر دا ځلې لا زيات شو. دا وار يې په لوړ اواز راته وويل: 

ـ څنگه يې واخلم؟ په څه يې واخلم؟

او له يوې شېبې ځنډ وروسته يې خپل اواز لا زيات لوړ کړ او ماته يې په غصه وويل: 

ـ بس چې نور مې غوږونه ونه خورې. پوه شوې هلکه!

د هغه له قهره که له يوې خوا ډارېدم، نو له بلې خوا زه نه پوهېدم چې هغه يې څنگه نه شي اخيستلى. اخر مې زړه راغټ کړ او بيا مې ورته وويل: 

ـ په ښار کې خرڅېږي. ټول يې اخلي. لاړ شه هلته يې واخله. يوه ښايسته راډيو واخله چې ښايسته سندرې په کې وي.... 

هغه دا ځل د قار پر ځاى موسکى شو. ما فکر وکړ چې زما خبره يې گوندې زړه ته ولوېده. زه هم خوشحاله غوندې شوم، خو هغه په خندا ماته وويل: 

ـ اخيستل خو يې آسان دي، خو په څه يې واخلم؟

ما ورته وويل: 

ـ نور خلک يې په څه شي اخلي؟

هغه ځواب راکړ: 

ـ نور؟ نور يې په پيسو اخلي. 

او ما په بيړه ورته وويل: 

ـ ته يې هم په پيسو واخله. 

هغه دا ځل يوه شېبه ځنډ وکړ. په کراره يې راته وويل: 

ـ پيسې له کومه شي بچو، پيسې؟!

او له دې خبرې سره سم زه چپ شوم. هغه هم چپ شو. زما په ذهن کې دې خبرې پرله پسې انگازې جوړولې: 

ـ پيسې له کومه شي... پيسې... پيسې.... 

خو زه په دې نه پوهېدم چې هلته له هغو څو نورو کورونو سره پيسې له کومه شوې دي، هغوى نو راډيوگانې په څه شي اخيستې دي؟ او بيا مې سوچ وکړ چې دا زما له پلار سره نو ولې پيسې نه شته؟ زه په دې نه شوم پوهېدلى. زماپه ذهن کې لا هماغسې سوچونه گرځېدل راگرځېدل. دغو سوچونو لا زما د زړه هوسونه راهڅول، خو ما اوس د خپل پلار د خبرې په وړاندې د کومې بلې خبرې ځاى نه شو موندلای. هغه ماته پرېکړې خبره کړې وه. هغه بايد پيسې له کومه کړې واى؟ زه د دې سوال په ځواب نه پوهېدم. زه نه پوهېدم چې له هغه سره ولې پيسې نه شته؟ هغه ولې نه شي کولاى چې راډيو واخلي؟ ولې پيسې نه شته؟ ولې راډيو نه شته؟

زموږ کور د گنډېر دوى د کور په څنگ کې و. موږ او هغوى سره گاونډيان وو. هغوى چې به کله راډيو جگه ونيوله، نو غږ به يې زموږ کور ته هم رارسېده. خو زياتره وخت به يې راډيو جگه نه نيوله او چې راډيو به جگه وه او کوم چا به يې غږ بېرته ټيټ کړ، نو لکه زما زړه چې يې له سينې څخه بوټ راوېستلى وي. 

زما په زړه کې به تېر شول: 

ـ د ظالم زويه څه دې وکړل؟!

او بيا به مې په زړه کې د پلار هغو خبرو انگازې جوړې کړې: 

ـ پيسې نه شته بچو... پيسې!

او ما به بيا هم له ځانه سره فکر وکړ: 

ـ چې دا ولې نه شته. خداى زده ولې... ولې... ؟

او بيا به همدغو سوچونو له ځان سره لاهو کړى وم. زه به تر ډېره پورې په همدغو سوچونو کې ډوب وم. دغه سوچونه زما د ژوند يوه نه جلا کېدونکې برخه وه. د راډيو د لرلو هوسونو به زه هره ورځ ځورولم. 

ما يوه ورځ خپل همزولي او گاوڼدي گنډېر ته وويل: 

ـ گوره گنډېره! که په راډيو کې کومه ښه سندره وه، نو ښه يې جگوه چې موږ يې هم واورو کنه!

گنډېر يو منونکى هلک و. هغه به تر دې وروسته همداسې کول. کله به يې راډيو دومره جگه ونيوله چې ما به فکر وکړ، راډيو زما په څنگ کې ده. او په دې توگه به اوس ما د خپلې راډيو د نه لرلو تسکين د گنډېر دوى پر راډيو کولو. يوه شپه په راډيو کې يوه ډېره ښکلې سندره وه. گنډېر خپله راډيو ښه جگه کړې وه. يو ځل مې د هغه د پلار غږ واورېد چې پر گنډېر يې منت وکړ: 

ـ ټيټه کړه رذيله! څه هوټل خو نه دى!

او بيا يو ناڅاپه راډيو ورو شوه. دومره ورو شوه چې د گنډېر دوى له کوره يې تر دې ځايه اواز نه شو راتللى. د گنډېر د پلار خبره نه وه، لکه زما کوپړۍ ته چې دې تبر راخلاص کړى وي. يو ناڅاپه له ځايه پورته شوم. د خپل کور په انگړ کې يو خوا او بل خوا وگرځېدم او بېرته خپل کټ ته راغلم. بېرته په خپل ځاى کې څملاستم. بيا نو گنډېر د خپل پلار له ډاره راډيو ته گوتې ورنه وړې. د راډيو د سندريز غږ پر ځاى د گنډېر د پلار قهرجن غږ زما په ذهن کې انگازې جوړولې: 

ـ ټيټه کړه رذيله! څه هوټل خو نه دى!

د گنډېر د پلار دغه غږ زما په غوږونو کې همداسې انگازې کولې. ما د همدغه غږ په باب فکر کاوه. خداى خبر په هوټل کې به څنگه وي؟ د هوټل نوم يې څنگه واخيست؟ لکه چې په هوټل کې ډېرې زياتې راډيوگانې وي، که څنگه؟ همداسې به وي. هوټل به له راډيوگانو ډک وي او د ټولو راډيوگانو اوازونه به جگ وي. په ټولو کې به ښکلې سندرې وي. د هوټل په باب او د هوټل د راډيوگانو په هکله زما سوچونه همداسې روان وو. زما په زړه کې تېر شول: 

ـ کاشکې زموږ د کور په څنگ کې هم هوټل واى!

ما يوازې د هوټل نوم اورېدلى و. يوازې د کلي څو هلکانو راته په بازار کې د هوټلونو په باب يو څه ويلي وو. زموږ په کلي کې به ځينو هغو هلکانو چې پلرونو به ښار ته له ځانه سره بوولي وو، د هوټلونو په باب کله کله موږ ته خبرې کولې. هغوى به ويل: 

ـ په هوټلونو کې عجيبه ډوډۍ وي!

بل به وويل: 

ـ داسې غوړه ډوډۍ وي چې بس له هر څه نه غوړي څاڅي!

او موږ ټولو هلکانو به لاړې تېرې کړې. کوم بل هلک به په کلانکارۍ وويل: 

ـ ښه ده چې د هوټل چاى او خواږه مو هم نه دي ليدلي. 

بيا به يې وخندل او په غرور به يې وويل: 

ـ که چا د هوټل چاى او ډوډۍ نه وي خوړلې، نو هغوى په دې خبرو نه پوهېږي. 

او خپلې خبرې ته به يې ادامه ورکړه: 

ـ هلته داسې گڼه گوڼه وي چې هى توبه! يوه ډله ځي او بله ډله راځي. مېزونو ته پر چوکيو ناست وي او رنگ په رنگ ډوډۍ ورته راځي. 

او چې دا خبره به يې وکړه، نو موږ نورو هلکانو ته به په کلي کې د کوم شتمن سړي خېرات راياد شو او يا هم د کوم بډاى کور د واده نارى چې څنگه به ډلې ډلې خلک خېرات او ناري ته تلل او راتلل، خو هغه هلک به بيا وويل: 

ـ ډوډۍ يې بل رنگ خوند کوي. تاسو په هېڅکله هم نه وي خوړلي.... 

او زموږ د ټولو په زړونو کې به د ښار او د هوټلونو د ليدلو د هوس سکروټې بلې شوې. 

زما په زړه کې به تېر شول: 

ـ کاشکې ما هم هوټل ليدلى واى!

خو اوس چې مې د گنډېر د پلار دې خبرې بيا بيا په غوږونو کې انگازې جوړې کړې وې چې: 

ـ ټيټه کړه رذيله! څه هوټل خو نه دى!

نو زما په زړه کې به بيا بيا دا امېدونه راتلل چې: 

ـ کاشکې زموږ کور د هوټل په څنگ کې واى! راډيو خو به مې تل اورېدلاى!

زه په همدغو سوچونو، په همدغو امېدونو کې ډوب وم. ما په همدې باب فکر کاوه چې ولې د گنډېر دې راډيو شته او زموږ نه شته؟ او زه په همدغو سوچونو کې خوب يووړم. 

پلار مې د لوى سړک پر غاړه له سروېس څخه راکوز شو. هغه سهار ښار ته تللى و. ډېر په بيړه بيړه کور ته راروان و. ما ورمنډې کړلې. مخې ته ورغلم. له ورايه مې غږ ورته وکړ: 

ـ پلاره! راډيو دې راوړه؟ راډيو دې راوړه؟ راډيو دې.... 

هغه په آرامه راته وويل: 

ـ هو! راوړې مې ده. 

زما د زړه يوه ستره هيله ترسره شوې وه. زړه مې ټوپونه پيل کړل. په تلوسه مې پوښتنه ترې وکړه: 

ـ کومه ده پلاره؟ ته يې ماته راکړه!

هغه راته وويل: 

ـ پرېده بابا! اوس مې پرېده. چې يو ځل خو کور ته ورسېږو. 

او زما په زړه کې سخت آرمان بيا غزونې وکړې: 

ـ کاشکې همدا اوس په کور کې واى!

دغه ډېره لنډه لار پر ما ډېره اوږده تېره شوه. کله چې موږ کور ته راورسېدلو، نو پلار مې خپل راوړى پنډوکى راخلاص کړ. هلته يې راډيو ډېره په احتياط په گڼ شمېر ټوټو کې تاو کړې وه. په ډېر احتياط يې راواخيستله. لکه خوږ لاس داسې يې ټوټې ترې لرې کړې. زما زړه ټوپونه وهل. ما يو وار له خپل پلار څخه غېږه راتاو کړه. هغه راته نور هم گران شوى و. هغه راډيو ماته راکړه. زما زړه خپل ټوپونه نور هم زورور کړل. ما راډيو ته پاس او لاندې، شا او خوا ښه ډېره شېبه وکتل. ډېره زياته مې خوښه شوه. راډيو مې چالان کړه. ښه مې جگه کړه. څه خبرې په کې وې. نور مې يې هم غږ لوړ کړ. ما وليدل چې زموږ ټول گاونډيان، ټول لوى او واړه، ښځې او پېغلې پر خپلو کوټو راپورته شوي دي. ټول حېران ولاړ وو. ټولو زموږ کور ته راکتل. ماته څه عجيبه غرور پيدا شوى و. گنډېر هم د خپلې کوټې پر سر ولاړ و. ما هغه ته غږ کړ: 

ـ گنډېره! ستاسو راډيو ښايسته ده که زموږ؟

او هغه چپه خوله ولاړ و. لکه زما خبره يې چې هېڅ اورېدلې نه وي. ما بيا ورغږ کړ: 

ـ تا ته وايم گنډېره! ستاسو هغه ښه ده که زموږ؟

او بيا مې غږ نور هم يو څه لوړ کړ: 

ـ ته خو وگوره کنه؟

ما راډيو په لاس کې يو څه ور اوچته کړه. د راډيو غږ مې نور هم يو څه جگ کړ. هغه دا ځل هم چپ ولاړ و. دا ځل هغه ته زما غصه راغله: 

ـ تا ته وايم، وه د سپي بچيه: 

عجيبه وه. هغه بيا هم څه ونه ويل. زما د قهر ځواب يې هم رانه کړ. ما چې هغه ته وروکتل که گورم چې هغه ماته په بې پروايۍ راوکتل او بيا بېرته خپل کور ته کوز شو. ما چې شا او خوا ته وکتل، نو زموږ ټول گاونډيان بېرته خپلو خپلو کورونو ته کوز شوي وو. د ټولو کوټو سرونه خالي شوي وو. زما غرور يو ډول تر پښو لاندې شوى و. هغوى د کوټو له بامونو څخه کوز شول، خو لکه چې زه يې د غرور له بام څخه کوز کړى يم. زه حېران وم. گنډېر څنگه زما د پوښتنو ځواب رانه کړ؟ څنگه ټول گاونډيان زموږ له راډيو سره بې علاقې وو. ما يو ځل بيا خپلې راډيو ته لاندې باندې وکتل. ما د راډيو سوېچ تار راتاو کړ. يو ځل يوه ښکلې سندره په کې پيل شوه: 

ـ ستا په لاس کې جام جام. 

خداى دې راپخلا که... 

هماغه سندره چې زما خوښه وه. هماغه سندره چې کله به د گنډېر دوى په راډيو کې راووته، نو زما غوږونه به بيا د هغوى د کور د دروازې سورو ته رسېدلي وو او تر هغو چې به دا سندره نه وه خلاصه شوې، نو زه به له هغه ځايه نه رابېرته کېدلم. زما ښه ياد شي. يوه ورځ د شپې موږ ټول په خپل انگړ کې پراته وو. د گنډېر دوى راډيو ډېره ورو ورو غږېدله. يو ځل همدا سندره په کې راووتله: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

او زه يو ځل له خپله ځايه راپورته شوم. خپل بام ته وختلم. ما په زوره گنډېر ته ورغږ کړ: 

ـ گنډېره! راډيو خو مو لږه جگه کئ زوروره!

او ما په خپل دغه غږ خپل پلار او د گنډېر پلار دواړه له خوبه راجگ کړي وو. په هغه شپه زه خپل پلار ښه وډبولم. 

اوس چې مې پلار همدغه څو شېبې مخکې له ښاره نوې راډيو راوړې وه، نو دا دى، هماغه سندره په کې پيل شوې وه: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

ما د خپلې راډيو غږ نور هم لوړ کړ. خپل شا او خوا ته چې مې وکتل، بيا هم زموږ ټول گاونډيان د خپلو کوټو سرونو ته راختلي وو. ماته يو ځل بيا غرور راپيدا شو. ما چې د گنډېر دوى د کور بام ته وکتل، نو گنډېر لا د کوټې سر ته نه و راپورته شوى. ما د راډيو هوا نوره هم جگه کړه. زما د خوښې سندره نوره هم مستۍ ته رسېدلې وه: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

او زما زړه هوا وکړه. له ځايه راپورته شوم. د سندرې غږ مې نور هم لوړ کړ او ما يو ناڅاپه راډيو هم له مستۍ نه هوا ته جگه کړه. راډيو ډېره زياته جگه شوه. ما خپل لاسونه ورته نيولي وو. بېرته راښکته شوه، خو زما لاسونو هغه ايساره نه کړى شوه. راډيو پر ځمکه ولوېده او ټوټې ټوټې شوه. سندره هم بنده شوه. لکه د سندرغاړي مرۍ چې دې بنده کړې وي. زما زړه په ډاگې ولگېد. ما وليدل چې گنډېر ولاړ دى. هغه چې ماته او زموږ راډيو ته راوکتل، نو د کټ کټ خندا يې شروع کړه. ما وليدل چې زموږ نور گاونډيان هم بېرته خپلو بامونو ته راپورته شوي دي او زموږ ټول گاونډيان په ما پورې خاندي. زه د هغوى د خندا څپو نور هم وځورولم. ما بيا گنډېر ته وکتل. هغه بيا هم په کټ کټ خندل. هغه ته مې زياته غصه راغله. ما ويل راشه يوه کلکه کنځل ورته وکړه. ما په خپل زړه کې کنځله راجوړه کړه: 

ـ گ... 

عجيبه وه. زما له ستوني غږ نه خوت. ما هېڅ هم نه شول ويلاى. ما غوښتل ډېر څه ووايم. گنډېر ته ښې بدې ردې ووايم چې څنگه داسې په کټ کټ په ما پورې خاندي، خو زما له ستوني هېڅ غږ راونه خوت. ما يو ځل بيا گنډېر ته او خپلو نورو گاونډيانو ته وکتل. ټولو همداسې پرله پسې خندا کوله. د خندا څپې يې له يوې شېبې څخه بلې ته زياتېدلې او لکه چې د هغوى د خندا د سېلاب څپې ما هم له ځانه سره لاهو کوي. زه ځمکې ته ټيټ شوم. ما وکتل چې زموږ راډيو بېخي ټوټې ټوټې شوې ده. ما پر خپل ځان ډېر زور راوړ او يوه سخته چغه مې وکړه. 

زه مې خپلې مور وخوځولم او په مهربانۍ يې راته وويل: 

ـ لونگه! وډارېدې که څنگه؟

او زه پوه شوم چې ښه ده راډيو، خو نه ده ماته شوې. اصلاً راډيو نه شته! سبا ته چې ما خپلې مور ته د خپل خوب کيسه وکړه، نو هغې هېڅ ونه ويل، يوازې يې سترگې له اوښکو ډکې شوې وې. 

خو اوس دا دى ما راډيو اخيستې وه. اوس ما خپله دومره توان لاره چې په خپلو پيسو راډيو واخلم. ما اوس خپل د ماشومتوب او کوچنيتوب د دوران ارمان خپله ترسره کولاى شو. ما راډيو اخيستې وه. ما د خپلې خوښې د سندرو د اورېدو ډېر آرمان کړى و. ما چې به راډيو نه لرله، نو يوازې په شونډو کې به مې کله کله د خپلې خوښې د سندرو زمزمه کوله. زما ځينې سندرې ډېرې خوښې وې. هغه به مې کله يوازې په زړه کې له ځانه سره زمزمه کولې او چې کوم بل څوک به نه و، نو بيا خو به مې په څه ټيټ شانته غږ له ځانه سره زمزمه کولې. ما به هره ورځ د خپلې خوښې دغه سندرې يوازې په شونډو کې زمزمه کولې: 

ـ راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې... 

او: 

ـ ببولالې... لالې... 

او: 

ـ ستا د سترگو بلا واخلم بيا دې سترگې ولې سرې دي... 

او: 

ـ گوره چې خندا کوي په سترگو کې... 

او: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

خو اوس دغه ټولې سندرې ما په خپله راډيو کې اورېدلى شوې. ما خپله راډيو اخيستې وه. ما هغه راډيو اخيستې وه چې ما يې خوبونه ليدلي وو. هغه چې زه ورسره په ويښه او په خوب کې يو ځاى اوسېدلى وم. ما خپل ارمان ترسره شوى وليد. ماته بيا يو ډول غرور راپيدا شو. په خپلو پيسو مې ځانته راډيو اخيستې وه. اوس ما دومره پيسې گټلاى شوې چې ځانته پرې راډيو واخلم. ما اوس مکتب پاى ته رسولى و. په يو ځاى کې مې ځان ته کار پيدا کړى و، او دا دى دومره معاش مې لاره چې راډيو پرې واخلم. ما په خپل لومړني معاش خپله د خوښې راډيو واخيستله. خپل ټول معاش مې په راډيو ورکړ. ما چې له دکاندار څخه راډيو واخيستله او هغه ته مې پيسې ورکولې، نو ماته مې هغه د کوچنيتوب د وخت د راډيو په باب ټولې شله­گۍ رايادې شوې. ماته مې د پلار هغه خبره بيا بيا رايادېدله: 

ـ پيسې له کومه شي بچو... پيسې؟!

او دا دى ما اوس پيسې پيدا کړې وې. دا دى راډيو مې اخيستې وه. دا دى اوس مې دکاندار ته پيسې حسابولې، خو زه دغو سوچونو د پيسو په حساب کې تېروېستلم. ما بيا د پيسو حساب له سره پيل کړ. ما به لا د پيسو حساب نيمايي ته نه و رسولى چې بيا به مې د پلار هغو خبرو په غوږونو کې انگازې جوړې کړې: 

ـ پيسې له کومه شي بچو... پيسې؟!

او زه بيا په حساب کې غلط شوم. څو څو ځله مې د پيسو شمېرل بيا له سره پيل کړل. اخر د هغه دکاندار زړه زما د پيسو شمېرلو ته تنگ شو. زما له لاسه يې د پيسو ټول بنډل واخيست او خپله يې پيسې وشمېرلې. 

ما راډيو په لاس کې راونيوله او له دکانه راووتم. په ډېره خوښۍ کور ته راغلم. زيات خوشحاله وم. ځان مې هېڅکله دومره نېکمرغه نه و احساس کړى. راډيو مې مخې ته کېښودله او غوښتل مې چې روښانه يې کړم. زما زړه و چې لومړى په کې خپله هماغه د خوښې سندره واورم: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

او مخکې له دې نه چې راډيو روښانه کړم، خپله مې هم زمزمه ورسره پيل کړه: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

ما راډيو روښانه کړله. يوې او بلې خواته مې يې ستن تاو راتاو کړه. ما خپله د خوښې سندره په راډيو کې پيدا نه کړاى شوه. اخر مې په يوه برخه کې څه غږ واورېد. ستنه مې يې جوړه کړه او ما عجيبه څه واورېدل: 

ـ پلانکى... پلار

ما خپل غوږونه تېر کړل: 

- دا خو زه پېژنم!

خپل غوږونه مې نور هم تېز کړل: 

ـ پلانکى... کاکا

د ده نوم يې څنگه واخيست؟

خپل هر څه مې راډيو ته متوجه کړل: 

ـ پلانکى او پلانکى... ورونه... 

او زما زړه درز ولوېد. زما د يو ډېر نزدې ملگري د مرگ اعلان و. ما خپل سر ته ټکان ورکړ. ما ويل چې گوندې خوب وينم، خو نه ما رښتيا اورېدلي وو. زما يو دوست مړ شوى و او په دې توگه زه په يو لوى ماتم اخته شوم. ما راډيو بېرته گل کړه. سمدلاسه له ځايه جگ شوم او د هماغه ماتم پر لور روان شوم. ما د خپل دوست د جنازې د ښخېدلو په مراسمو کې گډون وکړ. زه چې بېرته کور ته راستون شوم، نو په راډيو مې سترگې ولگېدلې. له راډيو څخه مې بدې راغلل، خو هغه لکه په ما پورې چې خاندي. زر مې د مېز له سره لرې کړه. يوه څنگ ته مې کېښودله. 

سبا ته مې بيا زړه صبر نه شو. راډيو مې راواخيستله. په هماغې سندرې پسې گرځېدلم. ما فکر کاوه چې اوس خو به زما د خوښې سندره پيدا شي، خو ما چې راډيو روښانه کړه، بيا د يو چا د مرگ خبر و. زه هک پک شوم. ما چې هر څومره راډيو ولټوله، د خپلې خوښې سندره مې په کې پيدا نه کړى شوه. بېرته مې راډيو څنگ ته کېښودله. له راډيو مې بدې راغلل او ما بيا هم څو ورځې راډيو ته لاس ورنه وړ. 

بله ورځ مې بيا هم زړه صبر نه شو. بيا مې راډيو راواخيستله. بيا مې روښانه کړله. زه بيا د خپلې خوښې سندرې په لټه کې وم. هغه سندره ما ډېره کلونه نه وه اورېدلې. ما بيا په راډيو کې د دې سندرې له لټون سره سم په شونډو کې زمزمه پيل کړه: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

خو کله چې راډيو روښانه شوه، زه بيا هک پک شوم. بيا هم د مړو اعلانونه. بيا هم د مرگ خبرونه وو. ما بېرته راډيو گل کړه. له لږې شېبې وروسته مې راډيو بېرته روښانه کړله. بيا هم د مرگ يو اعلان و. نومونه يې زما غوږ ته اشنا راتلل. ټول نومونه ماته اشنا وو. زه د ډېرو کسانو جنازو او فاتحو ته بايد تللى واى. اوس زما له راډيو نه زيات بدې راغلي وو. اوس مې له راډيو څخه کرکه کېدله. د مرگ له اعلانونو او خبرونو پرته مې لا بل څه نه وو ترې اورېدلي. يا خو به ما په داسې وخت کې راډيو ته لاس کړ چې د مړو د اعلانونو وخت به و. يوه ورځ ما خپل يو ملگري ته وويل: 

ـ زه خو نور د راډيو د مړو اعلانونو ستړى کړى يم. همداسې مرگونه او همداسې جنازې... او فاتحې. 

هغه راته ځواب راکړ: 

ـ غم يې مه کوه. د مړو له اعلانونو پرته هم ټولې خبرې د مرگونو او ويرونو په باب دي... پرته له مرگه به بله خبره وانه ورې. 

له دې وروسته چې به هر چا ته ما د راډيو د دغو مرگنيو خبرو په هکله څه ويل، نو ټولو به همدا شان ځواب راکاوه. 

ما ورو ورو د راډيو د مرگونو له دغو اعلانونو سره هم عادت کاوه. زما کرکه د خامخا اورېدلو په يو ډول عادت بدلېده. سره له دې چې زه به اوس هم کله چې کور ته ورسېدلم، نو راډيو ته به مې يو ډول په کرکه کتل، خو ډېر زر به مې په زړه کې تېر شول چې راډيو خامخا چالان کړم، هسې نه چې بيا کوم اشنا مړ شوى وي. او زياتره به همداسې کېدل. خامخا به يو يار او اشنا مړ و. 

نن ماښام زه ډېر ستړى ستومانه کور ته راغلم. نن مې ډېر زيات کار کړى و. زما د مېز پر سر راډيو پرته وه. ما چې راډيو ته وکتل، نو لا چوپه پرته وه، خو بيا هم لکه په دغه چوپتيا کې چې ماته يو څه وايي، لکه چې راته وايي: ((ونيسه او ما واوره!))

زما هم زړه وتخنېدو، ما ويل راشه که نن په راډيو کې يو څه واورم. هغه چې ډېره موده کېدله، له ما څخه ورکه شوې وه، خو تل به يې زما د زړه د يادونو له تارونو سره لوبې کولې: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

او زما لاس بيا هم يو ناڅاپه راډيو ته ورغى. ما راډيو روښانه کړله، راډيو چې څنگه روښانه شوله، نو لومړنۍ خبره يې بيا هم د چا د مرگ په باب وه. زما بيا راډيو ته قهر راغى. بيا هم خبره د مرگونو په باب وه. ما ويل راشه راډيو په يوه سوک مېده مېده کړه. ما له ډېره قهره لاس وراوږد کړ. همدا چې زما لاس ورنزدې شو، نو لاس مې سست شو. ټول نومونه اشنا وو. ټول ما پېژندل او په دې توگه زه د خپل کوچنيتوب د اشنا او همزولي گنډېر له مرگ نه خبر شوم. هغه چې له موږ سره هغه وخت گاونډى و. هغه چې راډيو يې لرله. هغه چې ما به په کوچنيتوب کې کله کله د راډيو له خاطره هوس کاوه چې کاشکې زه گنډېر واى. زه له يو ډېر لوى ماتم څخه خبر شوى وم. ما يو ځل بيا راډيو ته بد بد وکتل. زه بايد سبا سهار دوخته د گنډېر جنازې ته تللى واى. هغه چې موږ د کوچنيتوب ډېرې خوږې خاطرې سره لرلې. گنډېر بيا راوروسته هم زما ملگرى و. تل به مو يو د بل پوښتنه کوله. د يو، بل له ښې او بدې به خبرېدلو. ماته هغه ټول تېر وختونه رايادشول. هغه هر څه مخامخ راته ودرېدل. گنډېر مخامخ راته ودرېد. د گنډېر دوى هغه زړه راډيو راته مخامخ ودرېدله. او د گنډېر دوى د راډيو هغې سندرې مې په غوږونو کې بيا انگازې جوړې کړې: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

او چې د گنډېر دوى په راډيو کې به کله دا سندره راووتله، نو زما غوږونو به بيا بل هېڅ خبره نه اورېدله. د خپل مور او پلار کړيکې به مې هم نه اورېدلې. يوه ورځ مې ښه ياد شي چې د گنډېر دوى په راډيو کې دا سندره پیل شوې وه. د راډيو غږ ښه پوره جگ و. زه ټول غوږ غوږ وم. لکه چې زما غوږونه د گنډېر دوى کره وو. ماته پلار ډېرې چغې کړې وې، خو ما هېڅ اورېدلې نه وې. اخر هغه ته غصه ورغلې وه. خپله څپلۍ يې راوښکلې وه او پر ما يې گوزار کړى و. زما اوس هم د هغې څپلۍ گوزار ياد شي. څپلۍ نه وه لکه اوسپنه داسې وه. همداسې درنه وه او هماغې څپلۍ زه د هغې سندرې له خونده وېستى وم. 

زه په همدغو سوچونو کې وم. گنډېر زما مخې ته ولاړ و. زه بېخي په هماغو وختونو او کلونو کې وم. خداى خبر چې زه به تر کومه پورې په دغو سوچونو کې ډوب وم، خو زه له همدغو سوچونو سره بيا له خوب سره يو ځاى شوى وم، او ما عجيبه څه وليدل. عجيبه څه مې واورېدل. 

ما بيا راډيو ته لاس کړ. بيا مې روښانه کړله. بيا هم د مرگ اعلانونه وو. ټول د مړينې خبرونه وو. څه يې تېر شوي وو او څه لا روان وو. دا ځل مې خداى خبر څنگه په حوصله غوږ ورته نيولى و. ما ځينې نومونه په کې پېژندل او ځينې مې نه پېژندل. خو يو ناڅاپه د راډيو غږ زما پاملرنه خپلې خواته واړوله: 

ـ صادق... پلار... 

زه وارخطا شوم: 

ـ عجبه ده، زما د پلار نوم!

راډيو مې يو څه جگه کړه: 

ـ حبيب... کاکا... 

زما زړه ټوپونه پيل کړل. د راډيو غږ مې نور هم جگ کړ. خپل غوږونه مې نور هم راډيو ته ورنزدې کړل: 

ـ کليم او... ورونه... 

او زما زړه درز وغورزېد. 

ټول زما د ورونو نومونه وو. زما د ټولو ورونو نومونه. د زړه درزا مې زياته شوه. راډيو ته مې نور هم غوږونه ورنزدې کړل: 

ـ د لونگ... د مړينې له کبله... 

عجبه ده! زما د مرگ اعلان و. زه مړ وم، او ما يو وار چغې کړې: 

ـ نه نه! زه ژوندى يم... زه ژوندى يم... 

چغې مې نورې هم لوړې کړې: 

ـ دا دروغ ده... زه دا دى ژوندى يم... ژوندى يم... 

او همدغو چغو زه له خوبه راويښ کړم. زه په خپه کوټه کې يوازې وم. زه ټول خولې خولې شوى وم. زما زړه لا هماغسې ټوپونه وهل. زه په ډېره بيړه له خپله ځايه راجگ شوم. ما راډيو ته لاس کړ. راډيو غلې وه. زما لاسونه رپېدل. ما په لړزېدلو لاسونو راډيو راواخيستله. خپل ټول زور مې خپلو دواړو لاسونو ته راټول کړ. راډيو مې هوا ته پورته کړه. راډيو ډېره زياته جگه شوه، او ماته هغه خپل د کوچنيتوب د دوران د خوب هغه خاطره يو ځل بيا راياده شوه. راډيو لا په هوا کې وه. هغه لا ځمکې ته نه وه رارسېدلې چې زما په غوږونو کې څه عجيبه انگازې جوړې شولې. څه عجيبه سندريزې انگازې وې. زما د سندريزې ورکې د لټون ځواب و. زما ورکه سندره وه. په ټوله هوا کې يې انگازې خپرې وې. له کوم لوري راتللې. غږ يې همداسې له مستۍ سره يو ځاى کېده: 

ـ ستا په لاس کې جام جام

خداى دې راپخلا که... 

زه په دې فکر کې وم چې خداى خبر دغه انگازې له کوم لوري راځي، دغه ورکه له کومه راپيدا شوه؟ څنگه راپيدا شوه؟

او زما راډيو لا ځمکې ته نه وه رارسېدلې چې زه دغې ورکې سندرې، دغو سندريزو انگازو له ځانه سره په هوا کړم. 

کابل

٤/٨/١٣٦٦هـ. ش.