زموږ د کلي پاڼې ( د زرین انځور داستانونه ) [۶]
زرین انځور
ړانده
ټوپک یې اوږې ته کړ. یو ځل بیا یې په ګردنۍ د ګولیو کتار له نظره تیر کړ او دا ځل هم لکه د پخوا په څېر دومره ډاډه شو چې زیات ډاډ یې غرور هم ور زیات کړ. په زړه کې یې ورتیر شول:
ـ بس یې دی!
ټوپک یې له اوږې ښکته کړ او بیا یې هم په زړه کې ور وګرځېدل:
ـ چندان شی خو نه دی، پیسې یې ډېرې پرې راکړې.
پیسې یې بیا هم له جېبه را واخیستلې. یو ځل بیا یې وشمېرلې بیخي پوره وې، او د جلات خان شونډې خوږې شوې، خوله یې خوږه شوه او لاړې یې تیرې کړې. پیسې یې په کوم ځای کې، ځای پر ځای کړې. هغه خبره وریاده شوه:
ـ نیمې یې وروسته، چې هغه خنځیر مردار کړې...
بیا یې د ګردنۍ کتار ګولۍ له نظره تیرې کړې او سترګې یې نورې هم سرې شوې. همدا نن به نورې هم راپوره کړم. ټوپک یې بېرته اوږې ته کړ او په بیړه روان شو. بیړه یې له یوې شېبې بلې ته زیاتېدله. هره شېبه به یې پاس اسمان ته وکتل:
ـ هسې نه چې ناوخته شي!
او جلات خان به خپله پښه نوره هم تېزه کړه. هغه پوهیده چې نن باید د هغه حساب کتاب ورختم کړم. نن به د هغه د ژوند وروستۍ ورځ وي.
جلات خان ته یو ځل په زړه کې ور وګرځېدل:
ـ چې دا د دوی به څه معامله وي؟!
له داسې سوچ څخه یې هم بدي راغلل. په خپل ځان یې بد وویل. په خپل زړه یې بد وویل. دا لومړی ځل و چې داسې ناګومانه سوچ ورغلی و. دې خبرې په ده پورې هیڅ اړه نه لرله. پخوا هیڅکله هم داسې سوچ په سر کې نه و ورګرځېدلی. د ده یې له معاملو سره کار نه و، د ده یې له دلیلونو سره کار نه و. د ده یې له دې سره کار نه و چې څوک ولې مري؟ څوک ولې نه مري؟ څوک ولې بل وژني؟ څوک ولی د بل له لاسه وژل کېږي؟ جلات خان په دغو ولې... ولې پسې نه ګرځېد. د هغه کار له پیسو سره و. بیا په زړه کې ورتېر شول:
ـ هسې نه چې ناوخته شي!
پښه یې نوره هم تېزه کړه. بیا یې پاس اسمان ته وکتل:
ـ نه نه! لا وخت شته دی.
خو په خپله بیړه کې یې کمی رانه وست. ټوپک یې په اوږه پورې ښه ټینګ کړ. لکه په خپله اوږه چې شکي شوی وي. بیا یې هم راټینګ کړ، او دا ځل بیا یو ناڅاپه یوه بله پوښتنه ورمخې ته شوه:
ـ دغه بدبخته خو زه هیڅ پېژنم هم نه، یوازې یو ځل دوه مې له ورایه لیدلی دی. لیدلی مې څه دی خو را ښودلی یې دی، همدغه د نن ساعت له پاره یې راښودلی دی. د همدې له پاره مې لیدلی چې ویې وژنم... چې دا به څوک وي، چې دا به څنګه سړی وي؟
بېرته په خپل فکر پښېمانه شو:
ـ زما یې په دې څه؟ هر څوک چې وي؟ هر څنګه چې وي؟!
هغه خبره بیا وریاده شوله:
ـ نیمې یې وروسته چې هغه خنځير مردار کړې!
ټوپک یې نور هم اوږی ته راټینګ کړ. لکه په ټوپک چې هم شکي وي چې ګوندي له اوږې یې ونه ښوییږي. خپله پښه یې نوره هم تېزه کړه. اوس له کلي ښه ډېر وړاندې شوی و. هغه ځای ته نږدې کیده چې ده باید ټوپک په کې چلولی وای. هغه ځای ته چې ده باید د یو چا ژوند په کې ختم کړی وای.
جلات خان دا ځل د خپل ټوپک د ګولیو دغه نوی میلمه هیڅ نه پېژانده: هسې خو یې پخواني هم یا ډېر پېژندلي او یا لږ، دې کار په ده پورې اړه نه لرله، خو دا ځل یې څه نااشنا خیالونه ذهن ته ورتلل:
ـ چې دا به څوک وي؟
ـ چې دا به څنګه سړی وي؟
ـ چې دا به ولی وژني؟
ـ چې دا به یې څه معامله تر منځه وي؟
دا نا اشنا خیالونه به هم ده ډېر زر له ځانه وشړل، خو هغه به بیا بیا راغلل. ده به هر ځل شړل. دې شړلو هم ده ته خوند ورکاوه. د یو څه شړل هم خوند لري. یو ډول زور غواړي. یو ډول غرور غواړي. ټوپک ته یې کاږه شاه وروکتل، هم یې سترګې خوږې شوې او هم شونډې.
جلات خان لا هماغسې په بیړه روان و چې هغه د کلي د کلا د اذان غږ واورید. د اذان غږ له لېرې هم تت تت د هغه غوږونو ته راورسید او د ده شونډې پرله پسې وخوځېدې:
ـ جل جلاله... جل جلاله...
لا په بیړه روان و. د اذان تت غږ لا هماغسې د هغه غوږونو ته وررسېده، خو هغه داسې په بیړه روان و چې هر قدم به نور هم ترې ليرې کیده. بیا یې په زړه کې ور وګرځېدل:
ـ اودس خو مې شته.
یو ځل بیا یې پاس اسمان ته وکتل. د ماښام خړه راخوره شوې وه. په زړه کې یې وروګرځېدل:
ـ چې ناوخته نه شي!
بیا یې د اسمان څنډو ته وکتل، لا بیخي تیاره نه وه:
ـ نه نه، لا وخت شته دی.
د اذان تت غږ نور هم تت شوی و. جلات خان خپله پښه نوره هم تېزه کړه:
ـ چې له لاسه مې ونه وځي...
خو لا په شونډو کې یې دغه خبره نه وه اوښتې را اوښتې چې بیا په زړه کې ور وګرځېدل:
ـ چې له کوم چا مې پوښتنه کړی وای چې دی په څه معامله کې وژني، چې څه بدي به یې ورسره وي.
خو زر بېرته پښېمانه شو:
ـ په ما یې څه؟
د ګردنۍ ګولۍ یې بیا له نظره تېرې کړې. ټوپک یې هم ډک کړی و. یوازې د نښې نیول او د ماشې راکښل پاتې وو. هغه نو د ده د سترګو او د ده د ګوتو کار و. هغه په خپلو سترګو او خپلو ګوتو ښه باوري و.
په زړه کې یې ورتیر شول:
ـ په لږه شېبه کې به یې کار وکړم.
د ټوپک ماشې ته یې وکتل:
ـ دوه یې هم بس دي...
خو په زړه کې یې غرور غزونې وکړې:
ـ څه څه؟ یو یې هم بس دی؟
د کلي د ملا اذان وروستۍ برخه یې بیخي تته واوریده، خو پوه شو چې اذان پای ته ورسېد. بیا یې شونډې وخوځېدې:
ـ جل جلاله... جل جلاله
لا هماغسې په بیړه روان و. په ذهن کې ور وګرځېدل:
ـ لمونځ؟
بیا یې خیال شو:
ـ چې ناوخته نه شي!
او هغه نور هم حیران شو. لمونځ قضا کیده. د ماښام د لمانځه شېبې خو هسې هم ډېرې لنډې وي. خو هلته هغه کار، چې په هغه کار کې یې ډيل رانه شي. پاس اسمان ته یې وکتل. د اسمان لمنې د غرو له څنډو سره لمر پریواته ته سور بخنې وې.
او خدای زده ده ته ولې ټولې هغه وینې مخې ته ودریدې چې تر اوسه یې تویې کړې وې، ولې؟ څنګه؟ له دې پوښتنو سره یې کار نه و؟ د ده له پیسو سره کار و، هغه سوچ هم دی ونه ځوراوه، لا یې غرور ګامونه ورګړندي کړل او ښه شېبه ګړندی روان و چې یو ځل یې پښې سستې شوې. لومړی ورو شو او بیا پر ځای ودرېده. ښه ډېره شېبه په دې سوچ کې و چې لمونځ وکړم که لاړ شم؟ یو ځل یې په زړه کې وروګرځېدل:
ـ لمونځ قضا کېږي.
د اسمان څنډو ته یې وکتل:
ـ ناوخته دی، خو چې له لاسه مې ونه وځي.
بیا یې په زړه کې ور وګرځېدل:
ـ نه نه، لمونځ قضا کېږي. هغه به بیا ګورو، ګورو به یې، له لاسه به مې...
خپل زوړ او خیرن څادر یې مخې ته وغواړو. ټوپک یې مخې ته کيښود او په لمانځه ودرېد.
لمونځ یې په بيړه بیړه پای ته ورساوه. ټوپک یې په اوږه کې راټینګ کړ. د څپلیو پوندې یې وروستې او دا ځل یې د بیړې مزل دومره بیړنی کړ لکه منډه چې وهي.
***
او هغه کټ کټ په خندا شو:
ـ جلائیه، ایله بیله چې توره دې وکړه، درواخله!
د هغه سترګې نورې هم سرې شوې او نرۍ پیکه خندا یې ورغبرګه کړه:
ـ غږ ستا او غوږ زما.
او بیا دواړه په خندا شول.
پیښور ـ بورډ
۲۸ ـ ۱۱ ـ ۱۳۶۹
وینې او پوښتنې
تورن ګیورګیان د ودکا بوتل ښه وځنځاوه. د بوتل وروستي څاڅکي یې هم په خپل ګلاس کې وروڅڅول او بیا یې ګلاس په خپله لویه خوله کې په یوه منډه خالي کړ. هغه به تل د ودکا دغه وروستی ګلاس په پوره علاقمندۍ په یوه غړپ تشاوه. تش بوتل یې په خپلو درنو عسکري بوټانو په زمکه ورغړاو او له ځایه راپورته شو. د سرو سترګو رنګ یې نور هم سور شوی و. ایګور راتنیخوف ته یې ورغږ کړ:
ـ راوباسئ، هغه اشرار بچه!
ایګور لږ ځنډنی شو، یو خوا بل خوا یې وکتل، څه فکر په سر کې وروګرځېد.
تورن ګیورګیان بیا ورغږ کړ:
ـ تاته وایم، هغه اشرار بچه راوباسه! د جزا وخت یې شو.
دا ځل یې غږ نور هم پسې لوړ او قهرجن کړ:
ـ سر تیري ملګري هم ټول راوباسئ، د تعلیم میدان ته.
او د ملګرو په کلمه کې یې هیڅ صمیمیت نه ونغښتی. هغه هم یوازې د تعامل او تشریفاتو له مخې دغه کلمه ادا کړه.
ایګور راتنیخوف سلامي ووهله او په ګړندیو ګامونو روان شو. تورن هم په بیړه د تعلیم میدان ته ور روان شو. دا د څه بل ډول تعلیم میدان و. دلته داسې زده کړه کېدله چې څنګه د غوښې له زړه د تیږې او اوسپنې زړه جوړ شي، څنګه د یو چا وینې لکه د شرابو په څېر په مینه وڅکلې شي، زړونه څنګه کلک شي، عاطفه څنګه ووژله شي؟
په لږه شېبه کې د تعلیم میدان له سرتیرو ډک شو، د ټولو پام یو خواته واوښت. ایګور راتنیخوف یو کوچنی هلک له لاسه نیولی و او د تعلیم د میدان په لور یې له ځانه سره راروان کړی و. تورن ګیورګیان ور وړاندې شو او هلک یې له مټه راونیو، داسې یې د هغه مټ د لاس په پنجو کې راونیو چې د هغه شلیدلی لستوڼی نور هم وشلید. د میدان په مینځ کې یې ودراوه. غمی د دیارلسو څوارلسو کلونو و. خیرنې او زړې جامې یې څو ځایه پیوند شوې او بیا بیا څیري شوې وې، یوه زړه تاري خولۍ یې پر سر وه. هوار لړزیده. تورن، غمي ته اشاره وکړه:
ـ پرون مو ونیو.
بیا یې غږ نور هم لوړ او قهرجن کړ:
ـ دا سپی هم اشرار دی...
خپلو سرتیرو ته یې مخ کړ:
ـ ټول اشرار دي... له څېرمې.
غمی یې په پرونیو عملیاتو کې په یو لېرې کلي کې نیولی و. ویل کیدل چې هغه کلی د مجاهدینو مرکز و. څو ځله یې بمبارۍ پرې وکړې. بیا یې برید پرې وکړ. له هغه ځایه لا له مخکې ټول کوچیدلي وو. یوازې درې څلور کوره پاتې وو، هغه هم څو بوډۍ او څو ماشومان. تر ټولو مشر په کې غمی و. هغه یې له ځانه سره راروان کړ او دا دی د اشرار په نوم یې اوس مخې ته ولاړ و. د تورن غږ بیا راپورته شو:
ـ ټول اشرار دي، ټول د مرګ دي.
هلک ته ورنږدې شو. غمی همداسې لړزېده. لکه سختې تبې چې نیولی وي.
تورن هغه ته ښه ډېر ورنږدې شو، خو بیا څه خیال ورغی، بېرته راستون شو. په زوره یې غږ کړ:
ـ ملګری اولیګ سټانیک!
او د سرتیرو په منځ کې یو ښایسته ځلمی له کتاره یو څه رامخکې شو:
ـ ملګری قوماندان! چمتو یم!
خو د اولیګ سټانیک په غږ کې چندانې هیبت او پرتم نه و پروت. غږ یې تت شانته و. درې میاشتې کېدلې چې هغه له روسیې نه د سرتیرۍ د دورې د تیرولو له پاره افغانستان ته رالیږل شوی و او دلته یې د ګیورګیان غونډ ته رالیږلی و. اولیګ د مور او پلار یو زوی و، یوه کشره خور یې هم وه او په هغه ورځ چې دی یې دې خواته رالیږه، ټولو په سرو سترګو ژړل. اولیګ عجېبه زلمی و. له وینې سره یې عجېبه حساسیت درلود. هغه چې به وینې ولیدې رنګ به یې تک ژېړ شو، لکه چې دا وینې له هغه تویې شوې وي. هغه له وینې ډارېده. د وینې په لیدو به یوه لړزه پرې راغله. اوس هم چې قوماندان یې، په هغه غږ وکړ، د ده په غږ کې هماغسې څه لړزا محسوسه شوه. تورن ګیورګیان بیا وویل:
ـ دا اشرار ګورې؟
اولیګ ځواب ورکړ:
ـ هو ګورم یې!
خو په زړه کې یې تېر شول:
ـ لا خو بیخي ماشوم دی.
د قوماندان غږ بیا اوچت شو:
ـ را وړاندې شه.
اولیګ وروړاندې شو.
غمی په دې وخت کې پر ځمکه ناست و. نور یې نو د درېدلو توان په ځان کې نه لید. هغه به د روسي قوماندان او نورو سرتیرو خواته حیران کتل. څو ځله پخوا هم روسان د هغوی کلي ته د تلاشۍ له پاره ورغلي وو. غمی هم د کلي له نورو هلکانو سره له غونډۍ ها خوا اوښتی و. دا ځل یې مور له کټ نه د جګېدو نه وه، ځکه په کلي کې پاتې شو. هغه ته خپل همزولي وریاد شول، هغوی چې اوس ټول له غونډۍ ها خوا اوښتي وو. په زړه کې یې سخت ارمان سر راپورته کړ:
ـ کاشکې زه هم هلته وای، کاشکې له غونډۍ ها خوا وای!
او د هغه شونډئ وخوځېدې. د تورن ګورګیان غږ د هغه په ارمان هم خاورې ور واړولې:
ـ تر وژلو يې په برچو وهه!
د قوماندان له غږ نه هم دا ځل اور، وریده. غمی همدومره پوهېده چې ماته سخت په قهر دي، خو په نورو خبرو یې نه پوهېده. هغه سخت ډاریدلی و. کله هم په ژوند کې دومره نه و ډار شوی. هغه کله هم داسې ورځ نه وه لیدلې. هماغسې هوار لړزېده. اولیګ هغه ته ورنږدې شو. لږه شېبه یې د قوماندان د حکم په اجرا کې ځنډ وکړ. هغه ته ځان ډېر وحشي ښکارېده او قوماندان ورته له ځانه هم زیات وحشي. اولیګ غمي ته نور هم ورنږدې شو. غمی هم له ځایه پورته شو. هماغسې لړزېده. تورن ګیورګیان بیا چیغه کړه:
ـ وهه یې، په برچه یې وهه!
او خپل غږ یې نور هم تیز کړ:
ـ تر مرګه... وهه یې!
د اولیګ لاس ګوزار ته نه جوړېده. د هغه زړه ټوپونه وهل. غمی هم هماغسې لړزېده. اولیګ برچه راواخیستله. لا یې هم لاس ګوزار ته نه جوړېده، د قوماندان غږونو یې بیا په غوږونو کې انګازې جوړې کړې:
ـ وهه یې... تر مرګه...
او په هغه سر وګرځېد. انګازې زیاتې شوې:
ـ وهه یې... وهه یې...
اولیګ په برچه د هلک په ټټر ګوزار وکړ. غمي چیغې کړې او اولیګ یې له لاسونو ونیو. هلک چیغې وهلې او د اولیګ لاس بل ګوزار ته نه جوړېده. قوماندان چیغې جوړې کړې:
ـ د خره زویه! په څه چرت کې یې؟
نور یې نو ځنډ ونه کړ. رامنډه یې کړه او د اولیګ له لاسه یې برچه راواخیستله:
ـ زده یې کړئ! داسې یې وهئ!
بیا یې غږ انګازې جوړې کړې:
ـ ښه یې وګورئ!
د غمي پر مخ یې د برچې څو پرله پسې ګوزارونه وکړل. د غمي نرۍ چیغې د قوماندان د وحشت په غږونو کې ورو ورو تتې کېدلې. هلک پر ځمکه راپریووت. هغه چې څنګه پر زمکه راپریووت نو تورن ګیورګیان لکه وحشي ځناور پر هغه ورښکته شو او د سترګو په رپ کې یې هلک حلال کړ. برچه یې د میدان مینځ ته ګوزار کړه او غږ یې کړ:
ـ زده یې کړئ. داسې یې زده کړئ...
او د هلک وینه په لوی تعلیمي میدان کې داسې په یو ځای راټوله شوه لکه د زمکې د ګوتې تر ټولو تک سور غمی چې جوړوي.
***
ایګور راتنیخوف له خپل ځایه پورته شو. رنګ یې نور هم سور شوی و:
ـ د محکمې ښاغلی رئیس، دا هر څه رښتیا دي. دا یې یوازې یوه نمونه وه. دا هر څه چې لیکل شوي، څه افسانوي خبره نه ده. دا هر څه ما په خپلو سترګو لیدلي. هر چا چې داسې څه لیکلي، رښتیا یې لیکلي دي. تورن موږ ته همدغه شیان رازده کول. لکه د واورې غوندې بې حسه انسان و. موږ ته یې هم د همدغې بې حسۍ زده کړه راکوله.
د محکمې رئیس او ټولو قاضیانو سرونه ښکته کړي وو. د محکمې په ستر سالون کې سخته چوپتیا خپره وه. عجېبه وه، د محکمې رئیس ژړل، په غلي او لړزېدلي اواز یې وویل:
ـ موږ ټول شرمېږو... زموږ عسکرو څه نه دي کړي؟!
اواز یې هر شېبه نور هم ژړه غونی کېده. د دې پیښې اورېدلو پر هغه څه داسې کانه کړې وه. بیا یې لړزېدلی غږ واورېدل شو:
ـ خو په داسې حال کې څوک څه پرېکړه کولای شي!
ایګور راتنیخوف له سالون څخه ورغږ کړ:
ـ لا خو تورن ګیورګیان ازاد ګرځي!
او بیا یې خپل غږ له نور زور هم ورکړ:
ـ دا ولې؟
او په محکمې کې ناست ټول کسان له ځایه پورته شول. د محکمې په ټول تالار کې انګازې جوړې شوې:
ـ اخر ولې... ولې... ولې؟!
پېښور، کچه ګړۍ
۱ـ ۱۲ـ ۱۳۶۹
مرسته
دا یې دولسمه ورځ ده چې د لویې دروازې مخې ته ولاړه وه. هره ورځ به د دروازې په خوله کې څوکیدارانو ورته ویل:
ـ خدای زده که راشي، خو ځه تر یو وخته هلته ودرېږه. ګوره که راشي.
هغې به خپل ماشوم لمسی له لاسه ونیو، اخوا به له نورو منتظرو کسانو نه یو اړخ ته کښېناسته. تیرې دولس ورځې یې د ماسپښین تر آذانه هلته انتظار کړی و او بیا به په مات زړه بېرته ستنه شوې وه.
نن هم هغه له دروازې څخه جلا یو اړخ ته ناسته وه. یو ځل خو له خپله ځایه پورته شوه، زما د موټر خواته راغله، زه په سیټ کې ناست وم، د خپلې ډډې شیشه مې ښکته کړې وه. زه هم منتظر وم، خو د بوډۍ په څير منتظر نه، زه د قوماندان اکبر د ډاټسن ډریور یم او هغه مې لږه شېبه وړاندې د همدې لویې دروازې مخې ته ښکته کړ، تر هغه چې دی بېرته راوځي، زه به ورته ولاړ یم، خو بوډۍ بیا د یو بل څه، د یو بل چا په انتظار وه، هغه زما خواته رانږدې شوه:
ـ بچیه په خط پوهېږې؟
ما ځواب ورکړ:
ـ هو ادې.
په خپلو ریږدیدلو ګوتو یې د تور پړوني له پیڅکې یو کاغذ را خلاص کړ:
ـ د ګلابو په زوی مې لیکلی دی، چې څنګه به یې لیکلی وي؟ ته خو یې لږ وګوره.
ما کاغذ را واخیست، عریضه یې د تنظیم د مشر په عنوان لیکلې وه.
زوی یې مجاهد و او دوه کاله وړاندې په لوګر کې شهید شوی و. له زوی نه یې یوه کونډه او درې پچي پاتې وو. په عریضه کې یې د خپل زیات غربت یادونه کړې وه. لیکلي یې وو چې په دوو کالو کې یې د هغه شهید مجاهد د کورنۍ پوښتنه چا ونه کړه، د شهید د کورنۍ په نوم د دوه کلنۍ تنخوا، یوې خیمې او څه بړستنو غوښتنه یې کړې وه. د عریضې په پای کې یې د نامه له لیکلو وپوهېدم چې د بوډۍ نوم زلیخا دی. ما هغې ته وویل:
ـ ادې عریضه یې ښه سمه لیکلې ده.
د هغې تندی وغوړېده:
ـ په خوله دې برکت شه بچی، خو خدای زده چې دا به کله راځي؟
ما ورته وویل:
ـ ورته کښینه خدای (ج) مهربانه دی.
هغې په ناامیدۍ وویل:
ـ په چا دې یې خدای نه راولي، ډېره وګرځېدم، ډېرو ته مې عریضې وکړې خو...
خبره یې لږه وژووله:
ـ اخر چا راته وویل چې په ټولو کې سخي سړی همدا دی، ما ویل...
بیا یې له لږ ځنډ وروسته وویل:
ـ دا مې دولسمه ورځ ده چې راځم، چې څه پرې شوي...
موږ لا په همدغو خبرو کې وو چې ګڼه ګوڼه شوه. لویه دروازه په منډه خلاصه شوه او ځلور پنځه موټرې سر په سر په دروازه ورننوتې. په ټولو ناستو کسانو کې سا وغړېده. ما بوډۍ ته وویل:
ـ راغی!
او هغه داسې خوشحاله شوه لکه له سنګره چې د زوی د راتګ زیری پرې شوی وي. عریضه یې زما له لاسه ټکوهله او روانه شوه. ما کتل چې ډېره شېبه د لویې دروازې مخې ته ولاړه وه. ښکارېدل چې ټولو ته زارۍ کوي چې دننه یې پرېږدي. ماشوم لمسی یې هم هماغسې له لاسه کلک نیولی و. څه ډېره موده وروسته یې هغه دننه پرېښوده.
زما انتظار ډېر زیات اوږد شو. کله هم قوماندان اکبر دومره نه و معطل شوی. ما له ځانه سره فکر وکړ، ښایي کومه ډېره مهمه خبره وي. له یوه، یو نیم ساعت وروسته مې ولیدل چې بوډۍ له لویې دروازې څخه په بیړه راووتله، زما د تصور خلاف، هغه ډېره زیاته خوشحاله وه. له ډېرې خوشحالۍ یې ګامونه داسې ګړندي وو چې لمسی یې هم نه شو پسې رارسېدلی، هغه یې څو څو ځله په ځان پسې راښکود، زما د موټر له اړخه چې تېرېدله، ما پرې غږ کړ:
ـ ادې څه یې ویل؟ ډېره خوشحاله یې؟
هغه ماته راوګرځېده، کاغذ یې لا په لاس کې نیولی و، هغه یې راکړ او ویې ویل:
ـ خدای دې اجر ورکړي، امر یې راکړ...
بیا یې په بیړه رانه وپوښتل؟
ـ چې څه به یې لیکلي وي؟ وایي خزانه دار نشته، سبا راشه...
د خزانه دار تلفظ یې هم څه ګډوډ شانته وکړ. ما لا پر عریضه احکام نه وو لوستي چې هغې بیا رانه وپوښتل:
ـ چې څه به یې لیکلي وي؟
زما له لاسه کاغذ ښویه شو، تر عریضې لاندې لیکل شوي وو:
ـ څلویښت روپۍ نقدي مرسته دې ورسره وشي.
پېښور
۱۰- ۱۱- ۱۳۸۰
تنده
نن یې لکه چې بهر تلو ته هیڅ زړه نه کېده. په ډېره خوارۍ یې هغه را بهر کړ، لکه چې په یو چا کې پړې واچوې او په زور یې له کوره را وباسې. همداسې په دیکو دیکو یې رابهر کړ، خو وروسته بیا ښه شو، ښه سم مزل یې پیل کړ.
څو ورځې کېدلې چې همداسې څه کانه پرې شوې وه. ښایي د ډېرې ګرمۍ له امله به وه چې بهر وتلو او ګرځېدلو ته یې زړه نه کېده. هوا دومره ګرمه شوې وه چې نږدې و د ده زړه وروچوي. کله هم مزل او ګرمۍ دومره نه و ستړی کړی.
نن یې په نه زړه مزل پیل کړ، خو مجبوري وه، وروسته بیړنی شو. یوه پېره خو یې په ښه شان ترسره کړه. سورلۍ هم ډېرې وې. دومره ګڼه ګوڼه وه چې دی یې ډېر تنګ کړ او دویمې پېرې ته یې چندانې زړه نه و، خو ده څه کولای شول؟ د هغه کونجي د بل چا په لاس کې وه. د هغه مزل د پل چا په لاس کې و او خپله یې هیڅ نه شول ویلای. کله کله به یې په خپل دوامدار غږ کې څه بدلون راوست او لکه چې کوم فریاد کوي. ستونی به یې خپه شو، لکه چې ژاړي. ډریور به یې ګېر وربدل کړ، پښه به یې پرې ټېنګه کړه، او هغه به داسې احساس کړه لکه چې څوک یې پر مرۍ پښه ورټینګوي، خو هغه څه کولای شول؟ هغه په نه زړه همداسې روان و.
دویمه پېره به یې نیمایي ته رسولې وه چې سخت تږی شو، خپل غږ یې بدل رابدل کړ او ډریور به خپلې پښې ته د همدې له پاره زور ورکاوه چې د هغه له ستوني د هغه خپه شوي غږونه راپورته نه شي، خو هغه نور د تندې توان نه لاره. خپل خپه شوي غږونه یې دومره غمګین او اوچت کړل چې په ده کې ټولې ناستې سورلۍ یې په فریاد پوی شوې، ډریور مجبور شو، په یو ځای کې یې هغه ودراوه. کلینر په بیړه له هغه کوز شو، زړه ګیلنه یې له اوبو ډکه کړه. د هغه سر یې پورته کړ. خوله یې وربېرته کړه او ډکه ګیلنه یې د هغه په خوله کې ورخالي کړه، له خولې یې، له زیاتې ګرمۍ بخار خوت او دغه بخار په یوه ګیلنه سوړ نه شو، بله یې هم د هغه په خوله کې ورخالي کړه، بخار بیا هم ونه درېد. د هغه تنده بیا هم ماته نه شوه، خو د هغه خوله یې بېرته وروتړله او دی بیا روان شو. د ګیلنې اوبه دومره تودې وې لکه د هغه په خوله کې یې چې جوش اوبه ورخالي کړې وي. نه یوازې دا چې د هغه تنده ماته نه شوه، د هغه زړه دغو اوبو نور هم وجوشاوه. خدای خبر څنګه هغه ته یو ناڅاپه پخواني وختونه وریاد شول.
د ننګرهار او کابل په منځ کې په پراخ سرک روان و، ماهیپر ته ورسېد، عجېبه کږلیچونه وو. ډېره کړکیچنه لاره وه، خو ده ته به هلته هم مزل سخت خوند ورکاوه، ماهیپر ته به هم داسې خوت لکه په هواره لاره چې روان وي او بیا به د ماهیپر په مینځ کې ودرېده. نورې موټرې به هم هلته ولاړې وې. یوه شېبه به سورلۍ هم د ده له اوږو کوزې شوې، کلینر به د هغه سر ورپورته کړ. په مزه مزه به یې د هغه خوله خلاصه کړه او په منډه به یې د ماهیپر له یخو اوبو ډکه کړه، په دې اوبو به د هغه زړه یخ شو. بخار به کښېناست او هغه به یو شکر وکړ، داسې یخې اوبه لکه واوره او هغه به بیا شکر وکړ.
ـ په لږ څه کې یې بچ کړ.
ـ نږدې یې تر ټایرونو لاندې کړی و.
ـ خدای (ج) فضل وکړ که نه...
د ډریور ناترسه بریک او د سورلیو دې غالمغال د هغه د سوچونو دنیا ړنګه کړه. داسې چې به کله هم ډریور وارخطا بریک ونیو نو هغه به یې د سوچونو له دنیا رابهر کړ او ده به بیا غمجن مزل شروع کړ.
په دریمه پېره کې هغه نور هم ستړی شو. یوه بله سورلۍ چې به هم هغه ته ورجګه شوه، نو لکه یو خروار پیټی چې پرې وربار کړې. دا ځل یې غږ نور هم خپه او غمجن شوی و. ډریور چې به هر څومره خپله پښه ورټینګه کړه، د ده د مزله مزه نه وه پاتې. د ده انډیوالان به په لاره کې یو یو له ده مخکې کېدل، د ده له څنګه چې به یو یو تیر شول نو د ده سترګې به د بینزونو پر وروستۍ لویه ښیښه لیکونو ته واوښتې:
ـ افغان پیما
ـ یې وطن شهزاده
ـ کابل کاروان
ـ ننګرهار کاروان
ځینو یې خپلې شیشې پاکې مینځلې وې او ځینو یې د هغو پخوانیو لیکونو پر ځای د شا پر لویه شیشه نوې لیکنې کړې وې، خو زیاتره یې له هماغو پخوانیو لیکونو سره ګرځېدل راګرځېدل. ځینې دغه بینزونه خرڅ شوي وو او اوس یې رنګونه هم بدل شوي وو او د شا پر لویه شیشه لیکونه هم، ده به هغه پخواني اشنا بینزونه هم په سخته پېژندل.
یو یو به د ده له څنګه تیرېدل، د ده سترګې چې به د موټرو په وروستۍ شیشه ونښتې، نو په زړه کې به یې تیر شول:
ـ دی هم راغلی.
ـ دی هم را مسافر شو.
ـ دی هم لکه ـ زما په څېر...
او په زړه کې به لږ شان خجالت شو چې اخر دی ولې سم مزل نه شي کولای؟ دی ولې له خپلو هغو نورو نه وروسته پاتې دی؟ خو خپله وسه یې کوله او له وسه بهر یې نو نور څه کړې وای؟
دریمه پېره یې هم تر سره کړه او څلورمې پېرې ته یې راروان کړ. دا ځل نو یې مزل ته بیخي ملا ماته وه، بیا هم په نه زړه راروان شو، خوشحاله په دې و چې په دې پېره کې سورلۍ لږې وې. د ده ولي هم لږ شان سپک وو، خو ګرمي نوره هم زیاته شوې وه او د ده تنده هم شېبه په شېبه زیاتېدله. ده ته په زړه کې ورتېر شول:
ـ دا ځل خو ښه دی په لاره کې یې ډېر ونه درولم.
ده ته به په لاره کې خنډونه، په زور ودرول او تلاشۍ ډېر زور ورکاوه. هر څوک به چې د څه لټون او تلاشۍ په نیت ده ته ورپورته شول، لکه د ده په زړه چې پښې ږدي او له بده شامته په ده به دا کار ډېر کېده، ډېر به درول کېده، ډېر به ځورول کېده.
دی چې لا په خپل وطن کې و هم یې بې ځایه لټونونه او تلاشۍ بدي شوې. هغه ورځ وریاده شوه چې په ماهیپر کې روسانو درولی و او د خوراک هر څه چې په کې وو، له ده یې کوز کړي وو، د سورلیو جېبونه یې هم ټول تش کړي وو او د ده په هماغه ورځ له هغوی نه سخته کرکه شوې وه او دغه کرکه د هغه په زړه کې په یوه داسې غوټه بدله شوې وه، چې لا تر اوسه هم هماغسی غوټه پاتې وه، د هماغې غوټې په فکر کې و، چې ډریور د اوبو له یوې ویالې سره دی ودراوه. هغه اوس ایله پوه شو چې څومره ستړی شوی او تږی شوی دی؟
بیا یې د ده په خوله کې د اوبو دوه ګیلنۍ ورتشې کړې او بیا یې هم ده ته هیڅ خوند ورنه کړ. له خولې راوتونکی بخار یې نور هم زیات شو. ګیډه یې په اوبو ډکه شوه خو یخه نه شوه، هغه بیا هم په نه زړه روان شو، خو خدای خبر بیا څنګه په فکر کې لاړ:
یوه ورځ د شمالي په لویه لاره روان و، اوړی و، خو هوا داسې ښکلې وه، لکه د یو همیشه سپرلنۍ سیمې پسرلی، دی یې هم د سرک یو اړخ ته ودراوه. یو دوه دوه لپې اوبه یې وڅکلې او د ده هم هغو یخو اوبو ته زړه وشو، کلینر یو ګیلن اوبه راوړې، نیمې یې د ده په خوله کې ورواړولې او پاتې نیمې یې په یو شړک د ده پر مخ ورواړولې، د ده ټول وجود له یخه ورپېده، او هغه نور په ځان پوه نه شو:
ـ خیر... الله... خیر...
او د سورلیو له همدغو کړیکو سره دی له یو لوی تور عسکري ګاډي سره مخامخ جنګېدلی و. لکه چې غلام صابر استاذ هم د خپل بینز په څېر همدغو سوچونو له ځانه سره بیولی و.
پېښور، بورډ
۱۲ـ ۴ ـ ۱۳۷۰
تاوان
په پوره درې لکه روپو سره جوړ شول. یو ځل بیا یې د ټینګار په توګه ورته وویل:
ـ ګوره خبره به یوازې زما او ستا په منځ کې وي، پوه شوې خان ولي؟
خان ولي په غوړه مالۍ ورته وویل:
ـ بس همدا زما او ستا په منځ کې ده، دریم ګړی به رانه خبر نه شي.
شهباز، دا ځل د تهدید په بڼه ورته وویل:
ـ خان ولي بیا به «ما» له هم ښه نه وي او «تا» له هم.
او وروستی برخه یې، یو ځل بیا په یو څه جدیت تکرار کړه:
ـ... او «تا» له هم!
خان ولي د غوړه مالۍ غوړ نور هم زیات کړل:
ـ شهباز خانه که دې باور نه کېږي، نو قسم به درته وکم. ته په خدای...
شهباز د خان ولي خبره بشپړېدو ته پرې نه ښوده.
ـ او ګوره! بیګاه له به په تیاره کې راځې، هلته به زما سره ځې او په کوم ځای کې به لېرې راته درېږې.
او بیا یې خبره یوه څه د تکبر له غږ سره یو ځای کړه:
ـ بیا نو زه پوه شه او هغه!
تیاره چې ښه سمه خپره شوه، خان ولي د شهباز کورته ورغی. هغه هم تیار د پښو په سر ناست و. دوه نیم لکه روپۍ یې شهباز ته ونیولې:
ـ پوره دوه نیم لکه دي. پنځوس زره یې سمدلاسه راسره نه وې. په څو ورځو کې به یې برابرې کړم، بس په یو څو ورځو کې...
شهباز پیسو ته وکتل، په خپلو جېبونو کې یې ځای پر ځای کړې. ټوپک یې اوږې ته کړ. څادر یې د پاسه پرې واغوست او خان ولي ته یې وویل:
ـ ځه چې ځو!
او دواړه څنګ په څنګ سره روان شول. په لاره کې تر ډېره بې غږه غوږه روان وو. له خپلو کورونو نه چې ښه وړاندې لاړل، شهباز، خان ولي ته مخ ورواړاوه:
ـ بس ته بیا چرته پټ کېنه، هغه د زندیق بچی پوه شه او زه.
په اوږه کې پراته کلشینکوف ته یې یو ټکان ورکړ او خدای زده څنګه خان ولي تیندک وخوړ:
ـ بس ما هم په والله کې په بل چا زړه کاوه. زه خو پوهېدم چې د رخمت شاه د ټېک په دا ټول کلي کې بل څوک نه شته.
شهباز په بریتونو کې موسکی شو:
ـ رخمت شاه او زما د ټېک!
خان ولي، شهباز ته وویل:
ـ په خدای ظلم یې راسره کړی، ځکه مې یې د وژلو نیت وکړ او درې لکه مې پرې له زړه وښکلې.
د خان ولي په زړه کې تیر شول چې پنځوس زره خو مې کمې ورکړې دي؛ ځکه یې شهباز ته وویل:
ـ پنځوس زره به هم ډېر زر پیدا کړم. له خمید ګل سره مې د ویالې د غاړې د پټي د ګروېدو خبره کړې ده.
شهباز ته بیا په زړه کې څه شک وروګرځېد:
ـ اوګوره خان ولي! سمه خبره راته وکړه، په کور کې خو به دې خامخا څوک خبر کړي وي. په کور کې خو به دې مسلات کړی وي، اخر د مسلات خبره ده کنه؟
د خان ولي خوله بیا چینګه شوه:
ـ په والله کې مې لا هغه خپل دادا ته هم دا خبره کړې وي، ما ویل ورکوه یې، خرابه زمانه شوه، نه چې په پرده کې خبره رسوا شي.
لږه شېبه یې خبره وژوله او بیا یې شهباز غږ واورېد:
ـ او بیا لا تر اوسه څه شوي هم نه دي، څه به مې په کور کې چاته ویل؟
شهباز یو ځل بیا ډاډه شو. بیا یې په اوږه کې پروت کلشینکوف ته ټکان ورکړ او یو ځل بیا خان ولي تیندک وخوړ:
ـ یره چې دا د زندیق بچی مې له مخې لرې شي، بیا به ګورو!
شهباز او خان ولي ښه ډېر وړاندې لاړل. شهباز خپلې پښې نورې هم ګړندۍ کړې او خان ولي هم لکه په هغه پورې چې تړل شوی وي، هغه هم ګړندی شو. شهباز ته په زړه کې نور څه وروګرځېدل: هسې نه چې رحمت شاه په کور کې نه وي، هسې نه چې دا نغدې دوه نیم لکه مې له لاسه ووځي. هسې نه د رحمت شاه په وژلو کې پاتې راشم، هسې نه چې کله هغه وژنم او څه خنډ رامخې ته شي، او داسې خو ډېر تشویشونه د هغه له ذهنه ورچاپیر شول. هغه خو کله هم داسې شکونو دومره نه و وارخطا کړی. بیا یې په زړه کې وروګرځېدل:
ـ نغدې دوه نیم لکه روپۍ... او د رخمت شاه په وژلو کې خطرې!
یوه شېبه یې وغوښتل چې دغه د خطرې تشویشونه له ذهنه وباسي، هسې نه چې د هغه له لاسه ټوله ګټه وباسي، خو دا ځل د هغه فکر ته نور څه ورغلل. بیا یې خان ولي ته مخ ورواړاوه:
ـ اوګوره خان ولي! هغه بخمل د شیطان بچی خو دې زورور اشنا دی، هغه ته خو به دې له خولې نه څه نه وي وتلي؟
خان ولي دا ځل ګیله من غوندې شو:
ـ شهباز خانه ما خو درته سپېنه وویله، نو چې ته یې نه منې!
شهباز نور ځنډ لازم ونه ګاڼه. دویم انتخاب یې غوره کړ. ټوپک یې یو ناڅاپه له اوږی رالېرې کړ. خان ولي ټوپ کړ او بیا د کلاشینکوف د ججورې د تشېدو یو «درز» شو. د خان ولي چېغې په دغه درزهار کې ورکې شوې. شهباز بېرته ټوپک اوږې ته کړ او له کټ کټ خندا سره یې وویل:
ـ خیر دی پنځوس زره یې تاوان!
او په بيړه له هغه ځایه راروان شو.
پېښور
۱۳۷۰ش. د میزان ۱۲
ورونه؛ ویاړونه
د خپل ورور په باب هغه دا ډول خبرې نه شوې منلای. هغه ته دا ډول خبرې ټوکې او درواغ ښکارېدل. هغه په ټول کلي کې په دې مشهور و چې یوازینی ویاړ یې ورور دی. خلکو به ویل:
ـ هر څه یعنې د ده ورور...
ـ دی یوازې همدغه یو ورور لري.
ـ له وروره پرته بل څوک نه پېژني.
ـ خپله هیڅ نه دی... بس هر څه یې هماغه ورور دی
ـ په هره خبره کې په خپل ورور ویاړي!
بهادر د کشمالي کشر ورور و. عجېبه ځواني یې لرله. لکه د افسانو خیالي زلمی. د کلي د ډېرو پېغلو به دا ارزو وه چې که د بهادر په نامه شوای، خو یوازې یوه یې، خپلې دغې آرزو ته ورسېده. خیالۍ، د بهادر د ماما لور.
کشمالي ته بهادر یوازې په دې نه و ګران چې ګوندې یوازینی ورور یې دی، یا دا چې دنګه او زړه راښکونکې ځواني لري، هغه ته د اوچتو اخلاقو ډېر څه هم ور په برخه شوي وو. کشمالي به ویل:
ـ د بهادر غوندې ورور به بل د چا وي؟
بهادر هوښیار او بااستعداده هلک و. ښوونځی یې په یوولسم ټولګي کې همداسې نیمګړی پرېښود. دی په یوولسم کې و چې روسان راغلل او لکه د ډېرو نورو په څېر، له ده نه هم زیاتي لیک لوست پاتې شو. د روسانو له راتګ سره سم یې د ښوونځي دروازې وتړلې شوې او ده هم لکه د نورو په څېر کتابونه او قلمونه وغورځول، تورې او ټوپکې یې راواخیستې.
بهادر لکه څومره چې د ښوونځي میړنی و، دومره د پردو په وړاندې د جنګ د ډګر اتل هم و. د ښوونځي ژوند، د غرونو او ټوپکونو په ژوند بدل شو او د بهادر د میړنتوب اوازې په هر ځای کې خپرې شوې. اوس به نو کشمالی له پخوا هم زیات خوشحاله و. اوس به یې ویل:
ـ که له ښوونځي پاتې شو، له سړیتوبه پاتې نه شو
بیا به یې شونډې موسکۍ شوې او ورو شان به یې وویل:
ـ ورونه خو همداسې خوند کوي، داسې ورونه ویاړونه دي:
خو دا یو کال کېده چې د ورور په باب یې نورې نورې خبرې غوږونو ته وررسېدلې. هغه دا خبرې نه شوې منلای. بهادر هغه ته ډېر ښه معلوم و. هر هغه چا چې به کشمالي ته د ورور په باب څه داسې وینا وکړه، نو هغه به په مایوسۍ وویل:
ـ دا څنګه کېدای شي؟ بهادر خو زما نیم ځان دی؛ زه له ځانه هم په بهادر ډېر باوري یم.
خو اوس د بهادر په باب دا ډول خبرې نورې هم زیاتې شوې وې. اوس چې به مجاهدین له سنګرونو او جبهو راغلل، نو ویل به یې:
ـ بهادر اوس جهاد هم پرې ایښی. هغه کوم چا په ډېر بد څه رااړولی دی. بد یاران یې پیدا کړي. عجېبه څه دي لکه چې هغه خوري، هره ورځ هغه لږ لږ کوچنی کېږي. ځینو به ویل:
ـ جهاد ترې پاتې شو، اوس زیاتره ښکته وي، بد یاران همداسې وي...
دا خبره به کله کله د کشمالي غوږونو ته هم تته شان ورسېده، خو هغه به تریخ شو او په بیړه بیړه به یې وویل:
ـ دا څنګه کېدای شي؟ بهادر داسې نه شي کېدای!
یوه ورځ بهادر کلي ته لاړ. کشمالي چې هغه ولید نو هغه پخوانی رنګ، هغه پخوانۍ ځلا یې رښتیا هم څه بل ډول ورته ښکاره شوه. د هغه زړه ودرزېده. د خپل ورور سترګو ته چې یې وکتل، سترګې یې هم هغه پخوانۍ ځلنده سترګې نه وې، خو لا د ورورۍ د صمیمیت نښې نه وې په کې ورکې شوې. هغه ته همدغه صمیمیت لا په کې ژوندی ښکاره شو. په زړه کې یې تېر شول:
ـ نه! لا هماغسې دی، لا هماغه بهادر دی، له کلي ليرې دی، ډېرې سختې ورځې پرې راغلي، داسې ورځې چې زمري هم اوبه کوي، دی خو لا بنیادم دی. بیا یې هم زړه ته نور څه ورولوېدل. بهادر ته یې وویل:
ـ دا خلک نور نور څه وایي... وایي چې بد یاران دې پیدا کړي، زه خو یې هسې هم نه منم خو... خو هسې نه چې...
نور څه ویلو ته یې خوله جوړه نه شوه. بهادر موسک شو او ځواب یې ورکړ:
ـ لالا! خلک به هر هر څه وایي.
او همدومره خبرې هم د کشمالي زړه پاک ووینځه. یو ځل بیا یې شونډې ورو ورو وخوځېدې:
ـ داسې ورونه ویاړونه دي...
بیا په ذهن کې ورتېر شول:
ـ خو که دا خلک رښتیا وایي؟!
او بیا به یې له ذهن څخه د دې خبرې د هېرېدلو هڅه وکړه.
د کشمالي د ژوند اوسنۍ لویه هیله دا وه چې خیالۍ زر تر زره بهادر ته را واده کړي. په دغو دریو کلونو کې یې ایله همدومره څه ګټلي وو چې د هغې ولور پرې کړي، او اوس یې دومره نور څه هم پیدا کړي وو چې یو څه ورسره پور کړي او واده پرې تر سره کړي.
ټولې روپۍ یې د بهادر مخې ته کېښودلې. هغه په ډېره خوارۍ ګټلې وې. دریمه برخه یې په پور اخیستې وې، هغه په پور هم خپه نه و. د بهادر د واده په ښادۍ کې ورته هر څه ښه او نیکمرغه بریښېدل. هغه چې به بهادر ته وکتل، هغه چې به پیسو ته وکتل او هغه ته چې به د بهادر د ډولۍ د ورځې تصور ورغی، نو موټی موټی غوښه به یې اخیسته.
کشمالي بهادر ته وویل:
ـ روکیه! دا ته او دا دې پیسې. په سودا پسې خپله ښکته لاړ شه، د سرو کالي، جامې او نوره ټوله سودا پې کېږي.
د بهادر په مخ کې د خوښۍ له امله سرې کرښې لاړې راغلې.
کشمالي خپلې خبرې ته ادامه ورکړه:
ـ د لو لور وخت دی، همداسې یې نه شم پرېښودی. کنه زه خپله ورپسې تلم. پیسې یې ورکړې. د خپل کاکا یو زوی ورسره شو او بهادر خپله په سودا پسې لاړ...
***
پوره یوه اوونۍ وروسته د کشمالي او بهادر د کاکا زوی راغی. بهادر ورسره نه و. یوازې راغی. ټولو تعجب وکړ. د کاکا زوی یې کشمالي ته وویل:
ـ بهادر په داسې څه اخته دی چې هر څه یې ترې وینځلي. بهادر اوس هغه پخوانی مېړه نه دی. ګرد هر څه ترې وړي، له هر څه یې خلاص کړی دی. هغه له ما جلا شو، خپلو یارانو ته ورغی، د ګرد یارانو ته، د پوډرو یارانو ته...
پر کشمالي سر وګرځېد:
ـ دومره بې غیرته شو؟ د خپل واده په پیسو... د خپلې ښځې...
او نوره خبره یې بشپړه نه کړای شوه. پر شونډو یې غاښونه ښخ کړل؛ مخ یې تک ژیړ شو، واسکټ یې واغوست او کله چې د کور له دروازې په بیړه واته، نو تیندک یې وخوړ. کشمالي سخت زګیروی وکړ. د کاکا زوی یې ورمنډه کړه او له هغه سره یې په راپورته کېدو کې مرسته وکړه، خو د کاکا زوی یې سخت متعجب شو:
ـ اخ، لالا! لاس دې؟!
پېښور
۱۳۶۹ هـ. ش.
درناوی
درې ـ درې نیم سوه کاله کېږي چې زه دلته پروت یم. ما د همداسې یو ځای ارمان کړی و. داسې ځای زما ډېر زیات خوښ و. هسې خو زما ژوند ټول له سرګردانۍ او لالهاندۍ ډک و، خو په پای کې خدای داسې ارام او ښکلی ځای راکړ چې ما یې ټول عمر هوس کړی و. دومره ډېره ارامي مې هم نه وه خوښه. ما خو څه داسې سکوت هم نه غوښت. مرګنی سکوت زما نه و خوښ او اوس مې هم نه دی خوښ. ارامي مې خوښه وه خو مرګنی سکوت نه، هوساینه مې خوښه وه، خو بې غږه غوږه ژوند نه، او اخر زه اوس هم هماغه سړی یم. هماغه یم چې ستاسو د کتابتونونو د «خوشحال» په نوم آثارو کې یم، لکه چې د خپلو کتابونو په پاڼو کې او د خپلو شعرونو په بیت بیت کې یم.
ما د خپل ژوند ټول کلونه څنګه تېر کړل؟ ما څه وکړل؟ په دې که ټول نه پوهېږي، نو یو نیم د قلم او کتاب خاوند مو ډېر ښه پوهېږي. که زما خپل خلک نه پوهېږي نو بهرنیان خو ډېر ښه پوهېږي. له خپلو نه، پردي هم ما ډېر ښه پېژني، او دا درې درې نیم سوه کاله کېږي چې دا خبره هم ما ځوروي.
زه چې د مرګي په پنجو کې ګیر شوم نو ما یو وصیت کړی و، ما ویلي وو چې ما په یو داسې ځای کې ښخ کړئ چې د مغولو د اسونو د پښو ګرد را باندې پرې نه وځي. ما بې له شکه چې دا خبره کړې وه او دا خبره مې ځکه کړې وه چې زما ظالم او جابر نه و خوښ، هغه پردي مې نه وو خوښ چې پر موږ یې د خپلې خوښې حکمونه چلول او هغه خپل مې هم نه وو خوښ چې د پردیو په حکم یې پر خپلو ناکردۍ کولې.
زما بې له شکه دا هیله وه چې له مرګه وروسته خو د مغولو د سپرو ګرد پر ما ونه لوېږي، خو داسې هیله مې هیڅکله نه وه چې نور خلک دې هم کله کله زما پوښتنه نه کوي. د خپلو بچو د پښو د ګرد خو مې هیڅکله نه وو ویلي. زه ډارېږم چې زما له هغه وصیت نه چا غلط تعبیر نه وي کړی. زه د څه نورو فکرونو سړی وم. زما پردي هم بدي نه شول، او زما له مغولو سره هم په دې بدي نه وه چې ګنې هغوی مغول دي او زه پښتون یم. مغول د هغه وخت بې باکه، جابران وو او پر موږ او نورو یې تیری کاوه. زما له هماغو ظلمونو سره نه وه جوړه او ځکه ترې باغي او په وړاندې یې راپورته شوم. زه پوهېږم چې د نن مغول هم لکه زموږ بې وسه او غریب دي. زما خو له دوی سره څه بدي نه شته. زما له هغه ظلم، وحشت او د نورو په حق له پښو ایښودلو سره بدي وه او دا ظلم که نن د مغولو پر ځای بل هر څوک کوي، هغه لکه د پرون مغول داسې دي.
خو دا خبره مې د ځان په باب لکه چې بې ځایه وکړله. تاسو به په دې خبر یاست. زما د ژوند په پاڼو، زما د آثارو په پاڼو کې به زما د نظر جاج تاسو ښه اخیستی وي، خو بس یوه خبره وه راغله او ما هم بې ځنډه تاسو ته وکړه، هسې نه په تاسو کې ځینې داسې کسان پیدا شي چې د اوسنیو مظلومو مغولو د پښو ګرد هم راپرې نږدي او د نورو نویو یرغلګرو د سپرو ګرد هم پر ځان ومني او هم پر ما. نه نه، دوی او هغوی، نوي او زاړه یو ډول دي، ظلم که زوړ وي، که نوی، ظلم دی، تیری دی.
نو ما خبره د سکوت کوله، بله خبره په کې راغله. دا ډېر وخت کېږي چې څه سودا راسره مله ده. په تعجب کې یم، ډېر وخت کېږي چې خپلو بچو مې پوښتنه نه ده کړې. چې اخر په هغوی څه شوي دي؟ په دومره کلونو کې هم زه وریاد نه شوم؟ زما خو دلته په دې سکوت کې، د دې غرونو په څنډو کې هم هغوی له یاده نه دي وتلي. دوی څنګه زما په فکر کې نه دي او بیا دومره کلونه؟! څو ځله بهرنیان راغلل زما په باب یې په خپلو کې ډېرې خبرې وکړې. زما د قبر او شناختو عکاسي یې وکړه او بیا لاړل، خو خپل بچي؟ خدای خبر هغوی څه شول؟ خدای خبر هغوی ته څه ورپېښ شوي دي؟ څنګه زما پوښتنه نه کوي؟ څنګه زما لیدلو ته نه راځي؟ څنګه زما قبر ته د دعا لاس نه اوچتوي؟ ما خو خپل ځان ټول د همدوی ګاڼه. او زه اوس دوی داسې هېر کړم! نه نه، هغوی ته خامخا څه ورپېښ شوي دي. زه دومره سکوت ډېر تنګ کړی یم چې اخر دا به څه ورپېښ وي؟
... خو دا دی څه اورم... د څه غږ دی... د چا د پښو ښکالو ده... دا دی راغلل. ایله چې مې سترګې روښانه شوې... ډېر کلونه وروسته څوک وینم... څه اورم... خو... دا خو هم... لکه چې د بهر څوک دي... لویه ډله ده... دا دی راغلل... دا دی زما پښو او سر ته ودرېدل... خبرې کوي:
ـ په دې اولس کې تر ده لوی ادبي شخصیت لا بل نه دی تېر شوی.
غواړم یو څه ورته ووایم، خو غږ مې له ستوني نه خیژي، پر ځان فشار راوړم بیا هم نه شم کولای.
ـ که دی د پښتنو پر ځای په بل اولس کې وای، نو په نوم به یې پوهنتونونه او ستر ستر کتابتونونه وو... اثار او افکار به یې...
په ما دا خبره ښه نه لګي. ماته اوس هم خپل بچي ګران دي. غواړم خبره یې ورځواب کړم... نه نه، بیا هم نه کېږي... زما غږ زما له ستوني نه راوځي.
دا ډله ډېره شېبه زما د قبر شا او خواته اوړي رااوړي. سره غږېږي د کتابونو پاڼې اړوي رااوړي. یو یې زما شعرونه لولي او نور چوپ ورته ولاړ دي. بل یې بیا څه نورې خبرې کوي، زما ستاینې کوي او خدای شته چې زما د ځان دومره زیاتې ستاینې هم نه دي خوښې.
دا ډله هم لاړله. زما څو بچي هم په کې وو، خو هغوی زما لیدو ته نه وو راغلي، د خپلو مېلمنو کوربانه وو. ځکه یې ماته دومره پام نه و. خپلو مېلمنو ته یې خیال و. زه په دې هم ترې خفه نه شوم. هغه مېلمانه وو او زه خپل وم. د مېلمنو خو قدر په کار وي. په هغه ډله کې نارینه هم وو او ښځې هم. ډېرو یې پر ما لیکنې او څېړنې کړې وې. هغوی په خپلو کې دا خبرې سر کولې او ما تر ډېره د دوی په خبرو سوچ کاوه.
... عجېبه ده... بیا د څه اواز شو... د پښو ښکالو شوه... دا څنګه کېدای شي... پښتو وایي... سترګې مې هم روښانه شوې او غوږونه مې هم ډېره موده وروسته پښتو واورېدله... ایله بیله چې دوی زما په فکر کې شول... خو په دا تکه توره شپه... چې دوی ته به څنګه زه وریاد شوی یم؟ په زړه کې شکر کوم او په خپلو مخکینیو خیالونو بېرته پښېمانه کېږم:
ـ نه نه، لا یې نه یم هیر کړی!
خو... دا څه ګورم... دوی سره خو په لاسونو کې نور څه دي... عجب چې په دا تسکوره، ټاسنۍ او ګینټي (ګوداله) څه کوي؟... څه څه... خپلې مټې یې راونغاړلې... زما بچي... پښتانه... زما قبر ته یې؟... غواړم فریاد وکړم، آه... آه... زما بچو... زما... نه... نه کېږي... آه... آه...
***
او درې تنه پښتانه په ګډه، د خوشحال خان خټک د قبر د ښایسته شناختو د نړولو او راپټولو په کار کې خولې خولې وو.
پېښور
۱۵ـ ۲ـ ۱۹۹۱
زموږ د کلي پاڼې
ـ هغه بې ګناه ده، بیخي بې ګناه ده!
ـ زما لور پاکه ده؛
ـ زما لور د دې کارونو نه ده؛
ـ توبه، توبه... غرنۍ او داسې خبرې؟ دا خبرې ورپورې تړل شوي دي، غرنۍ پاکه ده،
ـ دشمنانو ورپورې دا خبرې تړلې دي...
ـ دا یو تور دی... تش تور...
د غرنۍ مور به هر چاته همدا خبرې کولې. هر هغه څوک چې به په دې ورځو کې د هغوی کور ته ورغی، نو له ستړي مشي، خواره مشي وړاندې به د هغې پر خوله دا خبرې جاري وې. هغې ته خپل زړه همداسې ویل. هغې ته خپله لور ډېره پاکه ښکارېده.
یوه اوونۍ پوره شوې وه چې غرنۍ د خپل مېړه له کوره، د خپل پلار کور ته راغلې وه. راغلې نه، د مور، پلار او ورونو له خوا په زور له هغه کوره خپل کور ته بیول شوې وه.
یوه ورځ په ټول کلي کې هنګامه خپره شوه او په لږه شېبه کې دغه هنګامه د کلي هرې برخې، هرې کوڅې، هر کور، هرې حجرې، هر جومات او هرې کوټې ته ورننوتله چې غرنۍ یې له زمان سره ونیوله، زمان یې وواژه.
د غرنۍ مېړه جباري هغه وژلی و. دغه هنګامه په ټول کلي کې خپره شوه او خلکو ته د لا زیات تعجب وړ ځکه وه چې غرنۍ یې یو ځای نه وه ورسره وژلې. دې هنګامې ټول کلی په سر واخیست. په هر ځای کې به همدا خبرې وې. جباري به خپله ښځه ښودله چې:
ـ هغه ښه نه وه... له زمان سره ښه نه وه.
بیا به یې سترګې نورې هم تنګې کړې او غاښونه به یې وچیچل:
ـ هغه به هم ورپسې ورولېږم. ډېر زر به یې په هم هغه پسې ورولېږم.
خو بیا به هم له خلکو سره پوښتنې پیدا کېدې چې ولې یې یو ځای سره ونه وژل؟ ولې یې لا تراوسه هم ژوندۍ پریښې ده.
په سبا یې د غرنۍ پلار، مور او ورونه ورغلل او هغه یې خپل کور ته ترې راوستله. دوه واړه زامن یې وو؛ یو یې دوه نیم کلن او بل یې یو کلن. هغوی یې جباري ته پرېښودل او غرنۍ یې ترې کور ته راوستله. هغې به ژړل او ویل به یې:
ـ دروغ وایي... بهانه پیدا کوي...
مور به یې وروسته خلکو ته ویل:
زمان یې هسې واژه، تربور یې و، ورسره نه یې وه جوړه. له پخوا نه یې لا ورسره ورانه وه، تر منځ یې ډېرې خبرې وې... لاره یې ورته جوړوله.
خو خلکو به تعجب کاوه:
ـ اخر دومره لوی تور په خپلې ښځې پورې تړل؟ دا څنګه کېدای شي!
ـ د خپلو دوو کوچنیانو په مور پورې، په غرنۍ پورې؟
جباري به ویل:
ـ ماته هغه ډېره ښه معلومه ده، په خپل لاس به یې ورپسې ورلېږم.
د غرنۍ مور به بیا هم ویل:
ـ غرنۍ به مرګ ته ورنه کړم، هغه پاکه ده، هغه بې ګناه ده. هغه له زمان سره نه وه جوړه جباری دروغ وایي.
غرنۍ غنم رنګه جلۍ وه. څلور کاله پخوا یې په تنکي پېغلتوب کې جباري ته ور واده کړې وه. داسې هم نه وه چې ګنې هغه د کلي بې جوړې ښکلې پېغله وه، خو غنم رنګه وجود یې د هغې له منځنۍ ونې، هوښیارو سترګو او چالاکه طبیعت سره هغې ته لازم تناسب ور په برخه کړی و. جباری بیا داسې هم نه و، د کلي ښځو به ویل:
ـ میرات یې شه دا بې ډوله ځان. له غرنۍ سره نه دی برابر.
خو اوس خلک په دوو کې پاتې وو. رو ګودر ترې ورک و. غرنۍ څنګه داسې وکړل؟ زمان څنګه داسې وکړل؟ اخر د هغه د بدو خو لا چا نه وو اورېدلي، بیا یې هماغه وخت ولې نه وژله؟ اوس چې د پلار په کور کې ده، دا به څنګه کېږي؟ خلک به څه وایي؟ کلی به څه وایي؟
هسې هم ټول کلي ټوپکې غاړې ته اچولې وې، ټول کلی ټوپک ټوپک و. خو دا ځل ټوپکې په یو بل څه کې په کار راتلې، په یوه بله لاره کې اوږې ته اچول کېدې. د زمان کورنۍ ټوپکې په اوږو کې ټینګې کړې، مورچو ته شول. جباري ته یې د چا په خوله ځواب ورولېږه:
ـ یا دې ښځه هم ووژنه او یا به ته هم په زمان پسې ورځې.
خو هغه یې خبره ورځواب کړې وه:
ـ غرنۍ مې اوس له لاسه وتلې ده، اخر به هم لاس ته راشي. اوس یې پلار او وروڼو هر څه په غاړه اخیستي دي. اوس به یې هغوی ځواب وایي، څنګه یې په خپل کور کې ساتلې ده؟ خو د غرنۍ مور، پلار او ورونو به هماغه یوه خبره کوله:
ـ نه نه! هغه بې ګناه ده، دا یو بې ځایه تور دی.
مور به یې لا کله کله دا خبره هم په کې وکړه:
ـ زمان یې خدای زده څنګه وژلی او اوس زما د لور سر په کې غوڅوي؟ ماته ډېرې خبرې معلومې دي، یوه ورځ به یې ټول کلي ته کوم.
خو دا خبره له یوې ورځې نه بلې ورځې ته پراخېده. له کلي څخه وتله او تر شا او خوا کلیو پورې هم رسېدله. د غرنۍ پلار یو ټوپک درلود، خو دوه ورونه یې هم یو سرګروپ ته ورغلل او درې ټوپکې یې ترې واخیستلې. دوه د خپلو ځانونو له پاره او یو هم د خپلې خور له پاره. د هغوی خور هم ټوپک چلولی شو. ټوپکونه یې واخیستل او د مور او پلار په ګډون یې ټولو په نوبت پېره کوله. له یوې خوا جباری و، چې که یې غرنۍ نه وای وژلای، د زمان د کورنۍ پور ورته پروت و. له بلې خوا د زمان کورنۍ وه. بل پلو هم کلی و او شا او خوا کلي وو او د کلي خلک وو. خولې وې، ژبې وې، غوږونه وو، خبرې وې، هنګامې وې او د کلي په هره کوڅه، هره حجره کې د همدغو هنګامو انګازې وې، شرم و، ننګ و، غیرت و، ټیټ سترګي وه، کلی و، سیالي وه، تربوران وو، سیالان وو، دوستان او دښمنان وو، پښتو وه، د کلي رواج و، د کلي نرخ و، خو د غرنۍ مور به ویل:
ـ نه نه! دا درواغ دي. دا د جباري تور دی، غرنۍ پاکه ده!
دلته بیا مور وه، پلار و، ورونه وو، خور وه، کور و، مینه وه، سره ګران وو او دغه هر څه بیا بیا د هماغه ننګ، غیرت، رواج، نرخ، کرکې، سیالۍ او د انتقام د لمبو په وړاندې درېدل.
د کلي خلک هم دې معما ته حیران وو، خو د ډېرو بیکارانو له پاره یې یو ښه جالب مصروفیت پیدا کړی و. ډېرې خولې وې، هر څه ویل کېدل، له دې خبرې نه کیسې او افسانې جوړې شوې. اخر خولو ته چا برغولي جوړولی شول؟ خبرې ډېرېدې، هنګامې زیاتېدې او د کرکې لمبو ټول کلی په خپله ځولۍ کې رانغاړه. تربوران سره زيږېدل.
غرنۍ په یو عجېب حالت کې وه. هغې ته دغه ټولې هنګامې وررسېدلې، له ټولو خبرو خبرېدله. هغه به خپل سرنوشت ته په تعجب کې وه؟ هغه نه پوهېدله چې د دې سرنوشت به څه وي؟ خو انجام ته یې په تشویش کې وه، له ورونو څخه به دې زیاتې ګرمې پېرې کولې او ټوپک به یې له څنګه نه لېرې کاوه، د هغې مخ له غنم رنګۍ څخه اوس مخ په تورېدو و، سترګې یې له یوې ورځې نه بلې ورځې ته ژورو ته کېدلې.
جرګې تر منځه شوې. مرکو ټول کلی په سر واخیست. یوازې د دې کلي نه، د شاوخوا کلیو مخور هم په جرګو مرکو کې سره راغونډ شول. جرګې کیناستلې او ټولو په یوه خوله پرېکړه وکړه چې غرنۍ دې هم جباري ته حواله شي چې په خپل لاس یې ووژني.
د غرنۍ پلار او ورونو دا پرېکړه و نه منله. د هغې مور به اوس هم هماغه خبره تکراروله:
ـ زما لور بې ګناه ده، پاکه ده!
خو غرنۍ بیخي چپه وه. هغه له هرې خبرې، له هرې پرېکړې خبرېدله، خو هیڅ یې هم نه ویل، لمونځونه او نفلونه به یې کول او ټوپک به یې د کور د نورو کسانو په څېر له څنګه نه جلا کاوه.
د غرنۍ د پلار او ورونو په دې پرېکړه بیا په ټول کلي کې تعجب خپور شو. اخر هغوی ولې د غرنۍ په وژلو دغه کړکیچ پای ته نه رسوي؟ ټول کلی بیا هنګامو او انګازو ونیو. د غرنۍ کیسې بیا ګرمې شوې او دغسې خو هغوی په خپل کور پېرې لا پسې ګرمې کړې.
مخور بیا راغونډ کړی شول. مرکې بیا کېناستې، بیا پرېکړې وشوې. بیا د غرنۍ د مرګ خبره وشوه. بیا هم د غرنۍ پلار او ورونو دا پرېکړې ونه منلې او د هغې مور بیا هم هر چېرته ویل:
ـ زما لور بې ګناه ده، پاکه سپیڅلې ده.
***
نن بیا خبره بل ډول ښکارېده. ماسپښین موده به وه چې د دوی حجره له خلکو ډکه شوه. د غرنۍ پلار او ورونه هم په جرګه کې کېناستل. بیا جرګه ناسته وه. بیا یې څه پرېکړه کوله او دا ځل جرګې غوڅه پرېکړه وکړه. دا ځل جرګه په پوره زور کې وه. زیات مخور ورسره وو. د دې کلي او د شاوخوا کلیو څو تنه سرګروپان او قوماندانان هم په کې وو، او جرګې خپله وروستۍ غوڅه پرېکړه د غرنۍ پلار او ورونو ته واوروله:
ـ یا یې خپله ووژنئ یا یې جرګې ته وسپارئ چې ویې وژني. که تر سبا سهاره مو غرنۍ د وژلو له پاره موږ ته ونه سپارله نو بیا به مو کور هم تالا کېږي او غرنۍ به هم په زور وژنو.
جرګه خپره شوه. د جرګې پرېکړه هم په کلي کې خپره شوه. بیا هم د غرنۍ د مور په خوله کې هماغه خبره وه:
ـ دا خبرې، دا پرېکړې نه شو منلای، زما لور بې ګناه ده.
خو دغه ماښام د دوی کور ډېر پیکه و. نن غرنۍ هم بیخي چپ وه. پلار او ورونو یې هم یو له بله سره خبرې نه کولې. ټول غمجن وو، له پخوا هم زیات غمجن وو. د ماښام د ډوډۍ یې هسې عادت شانته وکړ او بیا یې خپل ځایونه ځانته جوړ کړل. غرنۍ، مور یې او پلار یې په یوه کوټه کې څملاستل. نن غرنۍ په لمانځه بیړه وکړه. خپل ټوپک یې په خپل کټ کې کېښود او د لمانځه په وقفه کې به یې هم کله کله خپل ټوپک ته مخ ورواړاوه. نفلونه یې زیات اوږده کړل، دومره یې اوږده کړل چې پلار یې د دې د نفلونو په مینځ کې لکه چې خوب یووړ. خر خر یې پیل کړ او مور یې هم بهر ووته چې اودس تازه کړي.
د غرنۍ مور اودس ته کېناسته. اودس به یې نیمایي ته رسولی و چې د دوی په کوټه کې یو درز شو. د هغې په غوږونو کې انګازې جوړې شوې. چیغې یې کړې او کوټې ته یې ورمنډې کړې. غرنۍ د زړه پر سر لګېدلې وه. پلار یې هم وارخطا و. یوه خوا، بله خوا یې منډې وهلې او دواړو چیغې وهلې:
ـ دا دې څه وکړل؟ ځان دې خپله وویشت؟
ـ خپله دې ځان وواژه؟
او په سبا یې مور له ویر سره یو ځای بیا هم هماغه خبرې کولې:
ـ زما لور بې ګناه وه. خپل ځان یې خپله وواژه. د کلي د خاطره، د خلکو د خاطره، زموږ د خاطره... اخر ولی یې داسې وکړل؟ ولې یې...
هغې ویر کاوه، چیغې یې وهلې، چې په څنګ کې یوې ښځې، بلې ته ورو شان لا دا هم وویل:
ـ خپل پلار یې ووژله، هغه وخت چې مور یې اودس ته راووتله...
ماته مې مور هم دا خبره وکړه.
خو زه نه پوهېږم، هیڅ نه پوهېږم.
تاسو څه فکر کوئ؟!
پېښور، کچه ګړۍ
۸ ـ ۱۱ ـ ۱۳۶۹
ډیوې بلېږي، ډېوې سوزېږي
دا لومړی ځل نه و چې لعل محمد په همدې نیت هلته روان و. درې ځله وړاندې هم هغه په دې نیت د خپل پخواني اشنا او ټولګیوال احسان الله لیدلو ته ورغلی و. هسې خو لعل محمد له هغه سره د ډېرو خوږو ورځو شپو، د ډېرو خوږو خاطرو یادونه لرل، خو دلته یې د هغه په باب په زړه کې کله کله داسې تېرېدل چې ګوندې هغه پخوانی احسان الله، اوس لږ و ډېر بدل شوی دی. هغه ته به په زړه کې وروګرځېدل:
ـ خیر یو څه بدلیدل خو یې حق هم دی. له دومره هستۍ سره خو به یو څوک خامخا بدلیږي. که زه وای هم، ښایي یو څه بدل شوی وای. خو د وروستۍ جملې په هکله به بېرته شکمن شو:
ـ که زه وای؟ نه نه ولې، اخر په څه او هغه هم د احسان الله په وړاندې؟
خو دا ځل هغه یوې ډېرې سختې مجبورۍ د احسان الله لیدلو ته اړ کړ.
پخوا به چې کله احسان الله په زړه وروورېد نو لیدلو ته به یې ورغی، یوه شپه به یې ورسره تېره کړه، د پوهنتون د دوران کیسې به یې سره وکړې. د پوهنځي، د ټولګي، د لیلیې، د طعام خورئ، له ازموینې وروسته د اوږدو قطعه بازیو او نورو ساعت تیریو خاطرې به یې سره یادې کړې، سره به یې وخندل او د خپلو ټولګیوالو په باب به یې هم ښه ډېره مرکه سره وکړه چې هغه پلانکی اوس کوم ځای دی او هغه بل یې چېرته دی او څه کوي؟ لعل محمد داسې محسوسوله چې په هر ځل ورتګ کې د احسان الله له مینې یو څه کمېږي، د دوی په کیسو کې ورو ورو هغه خوند نه پاتې کېږي او احسان الله د تېرو کیسو پر ځای د اوسنیو خبرو او پېښو خواته د لعل محمد پاملرنه وراړوي، خو لعل محمد بیا داسې نه و. د هغه ټول یادونه له ماضي سره تړلي وو، د هغه د ژوند په هره اوسنۍ شېبه کې، د یوې پخوانۍ شېبې یاد پروت و. هغه ته د ماضي هر پېښه، د ژوند د یوې نه هېرېدونکې پاڼې په څېر زیات ارزښت لاره.
لعل محمد د کابل پوهنتون د علومو له پوهنځي نه فازغ شوی و. دی او احسان الله دواړه د ریاضي په څانګه کې سره ټولګیوال وو او په دغو څلورو کلونو کې به بیا د لیلیې په یوه کوټه کې وو. لعل محمد ته د خپل ژوند په ټولو کلونو کې دغه د پوهنتون، پوهنځي او لیلیې د ژوند کلونه ډېر په زړه پورې وو. مخکینی ژوند یې ټول په کلي کې تېر کړی و. لېسه یې هم خپل کلي ته په یوه نږدې برخه کې پای ته رسولې وه او چې کله پوهنتون ته راغی نو هر څه نوي، ښکلي او په زړه پورې ورته برېښېدل. د پوهنتون څلور کاله یې په ډېره مینه ولوستل، د پوهنتون له فراغت وروسته هغه په ننګرهار کې په یوه لېرې پرته لېسه کې ښوونکی شو. هغه ته دلته درس ورکول تر هر څه ښه ښکارېدل. لعل محمد ته به هغه وخت وریاد شو چې دی په لېسه کې زده کوونکی و. له پوهنتون نه د فارغ استاد به په هغه لېسه کې ډېر قدر و، هر چا به ویل:
ـ لیسانسه دی، عجب استاذ دی!
او هغه همداسې یو استاد و. یوازې دوه کاله ښوونکی و. بیا څه عجېبه پېښې راغلې. روسان راغلل، د هغوی راتګ یوه بدمرغي وه او عسکرۍ ته د نیولو هنګامه بله بدمرغي. یوه ورځ یې هغه هم له معلمۍ منفک کړ، خو لعل محمد د دې پر ځای چې عسکرۍ ته لاړ شي، سیده پېښور ته راغی. په پېښور کې څو کاله سرګردانه و، په ده پسې یې ښځه، ماشومه لور او بوډۍ مور هم راغلي وو. په پېښور کې د کار و بار هیڅ درک نه و. هرې خواته چې به یې مخه کړه، کار به یې نه شو پیدا کولای، بیا یې څه موده د خښتو مزدوري کوله، هغې هم خوند ورنه کړ، نوي کورونه او تعمیرونه جوړېدل، هلته به یې د ورځې مزدوري کوله، دا کار یې ډېر وخت وکړ، خو څو ورځې به کار پیدا کېده او ډېرې ورځې به وزګار و، تر څاښته به په ټاکلي ځای کې، له هغو ډلو سره ناست و چې د کار له پاره به منتظر وو، خو د دغو منتظرینو شمېر به دومره زیات و چې یوازې نیکمرغه کسانو ته به کار پیدا شو.
لعل محمد له ډېرو منډو ترړو وروسته اخر هم یو بری تر لاسه کړ، په یوه کمپ کې یې د مهاجرو په یوه لېسه کې معلمي ترلاسه کړه او په دې کار لعل محمد دومره خوشحاله و چې کله یې هم دومره خوښي نه وه حس کړې. په ماضي کې چې به یې د دغې خوښۍ د سیالۍ د لټون کومه شمع بله کړه، نو یوازې هغې ورځې به د سیالۍ سر ورسره وخوځاوه چې د پوهنتون نومرې اعلان شوې وې او د ده نوم، ساینس پوهنځي ته د بریالیو کسانو په لست کې لیکل شوی و او هغه ورځ، لعل محمد هغه لست، له لسو ځلو زیات له یوې مخې لوستی او هر نوم یې په لوړ غږ له ځانه سره تکرار کړی و، هر ځل چې به د لست دې برخې ته راورسېد:
ـ لعل محمد ولد اختر محمد ـ ننګرهار ـ سید جمال الدین افغان لېسه ـ د علومو پوهنځی.
نو په شونډو کې به موسکی شو. نن هم چې هغه د مهاجرو د یوې لیسې د حاضرۍ په کتاب کې خپل نوم ولید، نو همداسې څه کانه پرې وشوه. څو ځله یې د ښوونکو د حاضرۍ کتاب له پیل نه تر پای له نظره تېر کړ او هر ځل چې به یې په خپل نوم سترګې ولګېدې، نو موسکا به یې په شونډو کې غزونې وکړې. حاضري یې لاسلیک کړه او داسې، د هغه د ژوند د امیدونو یوه بله غوټۍ ګل شوه.
لعل محمد یوه ورځ خپل یو بل ټولګیوال ولید. د خپلو پخوانیو یارانو یادونه یې سره تازه کړل او بیا چې لعل محمد ته معلومه شوه چې د هغه اشنا احسان الله اوس ښه معتبر شوی دی، نو هغه ډېر خوشحاله شو. له دې وروسته به هغه وخت ناوخته د احسان الله لیدلو ته ورته او چې هغه به یې دومره نیکمرغه او مصروف ولید نو یو یو من غوښه به یې اخیسته. هغه د یارانو په ښه ورځ زیات خوشحالېده، هغه چې به بل څوک هم هوسا او نیکمرغه لیدل، نو لکه چې دی خپله هوسا او نیکمرغه وي او یاران خو نو بیا یاران وي.
دا ځل لعل محمد په کلکه دا تکل کړی و چې خامخا به احسان الله ته هغه خبره کوم. درې ځله مخکې هم هغه په دې نیت ورغلی و، خو چې احسان الله به یې ولید، نو یووار به یې تیاره جوړه کړې خبره په خوله کې وچه شوه. نور نو هغه ډېر تنګ و، نور یې خپله خبره له احسان الله نه نه شوه پټولی. هغه پوهېده چې احسان الله ته دا خبره هیڅ هم نه وه. هغه چې به د احسان الله ډول ډول موټرو، حجرې، میلمنو او د کار و بار سلسلو ته وکتل، نو هغه خپله هیله به ډېره کوچنۍ ورته ښکاره شوه.
پنځه میاشتې کېدې چې لعل محمد ته یې تنخوا نه وه ورکړې. هغه نور ډېر بې طاقته شوی و. بله هیڅ لاره یې نه لرله. په کور کې له څیرمې ناروغه وو. دې خپله هم ناروغه و، خو ټولې ناروغۍ یې د خدای (ج) اسرې او هغې ورځې ته پریښې وې چې کومه تنخوا واخلي. نور یې نو انتظار نه شو کولای، خو اخر څه یې کړی وای؟ په خپل عمر کې یې له چا نه څه نه وو غوښتي. دا لومړی ځل و چې څه یې باید غوښتي وای او هغه یوازې احسان الله د دې کار له پاره غوره کړ. بل چا ته یې خوله نه جوړېده. کله خو به یې په زړه کې تېر شول:
ـ بس نه یې ترې غواړم.
خو زر به بېرته پېښمانه شو:
ـ نو څنګه به کوم، له چا به یې غواړم؟
سختو فکرونو به په مخه کړ. تنخوا نه شته، بل کار نه شته،
نو اخر څه به کوم؟
په زړه کې به وروګرځېدل:
ـ که یې را نه کړي، که څه بانه وکړي؟
او بیا به لږ شانته ډاډه شو:
ـ دومره یې پیدا کړي چې په دا زرو مرو خو یې جېب په خدای که پوه هم شي.
او بیا به څه فکر ورغی:
ـ چې زما به خوله څنګه ورته جوړه شي؟
بیا به یې خپل ځان ته قهر وشو:
ـ خوله خو مې ماتېږي نه! ولې به نه جوړېږي، که نه نو څه به کوم؟
بیا به دوه زړی شو:
ـ هغه درې ځله مې هم جرأت ونه کړ، خبره رانه وتښتېده.
خو بیا به یې زړه بېرته ډاډه کړ:
ـ دا ځل به خامخا ورته وایم. ډېرې نه یو پنځه سوه به ترې غواړم.
ـ او پنځه سوه هغه ته څه شی دی؟
بېرته به ټکنی شو:
ـ اول ځل دی چې پېسې غواړم.
د زړه درزا به یې نوره هم زیاته شوه. زمکې ته به یې وکتل:
ـ چې له هغه یې ونه غواړم له چا به یې غواړم.
لعل محمد په همدغو سوچونو کې د احسان الله د کور تر دروازې ورورسېد. په دا دومره لاره هیڅ پوه شوی نه و، خدای زده څوک څوک به یې په لاره کې لیدلي وي، څه څه به مخې ته ورغلي وي، خو ده هیڅ شی هم نه وو لیدلي، یوازې خپل سوچونه ورسره وو.
اوس یې په جېب کې سره ټکه هم نه وه. وروستۍ دوه روپۍ یې هم په موټر کې تر دې ځایه د راتګ کرایه کړه. هغه حجرې ته ورننوت. مازدیګر و. احسان الله په کور کې نه و، ورونه یې وو. دی د احسان الله د راتګ په امید کېناست. تر ماښامه هم هغه رانغی. د ماښام ډوډۍ وخوړلی شوه او ماسخوتن احسان الله له ګڼ شمېر کسانو سره په یو دوه سیټه ډاټسن کې راورسېد. له لعل محمد سره یې ستړي مشي وکړل، خو هغومره مزه په کې نه وه. دا ځل هغه له پخوا هم یو څه سوړ شوی و. یو څه خندا خو یې ورسره وکړه:
ـ څنګه ده معلمي مو، ښې مزې مو وکړې!
او د لعل محمد سترګې د هغه په نوي ډاټسن کې ورښخې شوې، بیا د خپل ښوونځي ټول ښوونکي یو یو سترګو ته ورته ودرېدل. یوه یې هم موټر نه درلود. موټر څه؟ ټولو یې پنځه پنځه میاشتې تنخوا نه وه اخیستې، ټول د لارې کرایې ته هم په فکر کې وو، د خپل مکتب د وخت ښوونکي یې یو یو له نظره تېر کړل. یوه هم موټر نه درلود. د هغه ذهن ته د پوهنتون استادان هم یو یو ورغلل، یوه یې هم موټر نه درلود، د هغه سترګې لا هماغسې په نوي دوه سیټه ډاټسن کې ښخې وې. احسان الله ورغږ کړ:
ـ بچو خانه په مزو کې یې...
او لعل محمد لکه له خوبه چې راجګ شوی وي:
ـ څه مزې، پنځه میاشتې کېږي...
خو «پنځه میاشتې» یې دومره ورو کړې چې خپله یې هم وانه ورېدې، بېرته پښېمانه شو. فکر یې وکړ چې اوس یې وخت نه دی.
تر یو وخته احسان الله په حجره کې ناست و، د یو څه او بل څه په باب خبرې وې. ډېر خلک وو او ډېرې خبرې. کله کله به یې لعل محمد ته هم پام شو. لعل محمد څو ځله په زړه کې خبره راجوړه کړه چې راشه ورته ووایه. خو بېرته به پښېمانه شو. پر ده د هوډ او پښېمانۍ څپې تلې راتلې، کله به یوه پر بله زوروره شوه او کله به بیا بله پر بله. هغه فکر وکړ چې اوس نه کېږي، سبا سهار به بیا خبره ورسره کوم. لعل محمد به د خبرو په منځ کې کله کله د خپلو ستونزو څه تتې اشارې احسان الله ته ورکړې، خو احسان الله به خبره بیا بلې خواته واړوله. خدای زده څنګه یې د لعل محمد د ستونزو له خبرو سره چندانې دلچسپي نه ښودله، یا خو ښایي لعل محمد داسې احساس کاوه.
سهار د چایو له څکلو وروسته، لعل محمد غوښتل چې ترې رارخصت شي. هغه راپورته شو. لږه شېبه احسان الله له لعل محمد سره یوازې شو. لعل محمد فکر وکړ چې راځه همدا یې وخت دی. خوله یې خبرې ته راجوړه کړه. لا یې شونډې نه وې خوځېدلې چې پښېمانه شو. لاړه خبره یې په ستونې کې وچه شوه. هغه بیا پر ځان فشار راوړ. خپلې ټولې بدمرغۍ مخې ته ورته ودرېدې. بیا یې په زړه کې خبره راجوړه کړه. له جوړېدلو سره سم، بېرته ویجاړه شوه.
لعل محمد ته هغه ورځې وریادې شوې چې کله به دی او احسان الله له پوهنتون څخه د ښار پر لور چکر ته راووتل او په ملي بس کې به کېناستل، نو د سرویس نګران ته به د پیسو په ورکړه، د ده او احسان الله همیشه جنجال و. لعل محمد به غوښتل چې احسان الله د کرایې په ورکړه کې له ده نه مخکې نه شي، او همدې سوچ د ده هیله بیخي وسوزوله. د احسان الله غږ واورېدل شو:
ـ چې ځې نو په مخه دې ښه.
د هغه لاس لعل محمد ته ور اوږد شوی و. لعل محمد د وروستي ځل له پاره پر ځان فشار راووړ. دا ځل یې وغوښتل چې لږ تر لږه د لارې کرایه خو ترې واخلم. یوه روپۍ هم راسره نه شته، خو دې خبرې ته یې هم خوله جوړه نه شوه. دې سوچونو د هغه لاس د احسان الله په لاس کې یو څه ځنډنی کړ او هغه پوه شو چې احسان الله خپل لاس ترې راښکود.
لعل محمد پر لوی سړک پلی روان شو. له اوږده مزل وروسته یې په یوه برخه کې ولیدل چې د احسان الله نوی دوه سیټه ډاټسن د هغه تر څنګه تېر شو او هغه په خپل ښي لاس خپله سپینه جالي خولۍ کلکه کړه. چې د هغه د موټر باد یې په هوا نه کړي.
پېښور، بورډ
۶ جوزا ۱۳۷۱ش.
۲۷ می ۱۹۹۱ع.
په ۱۳۵۸ نمبر کوټه کې
د لیلیې په ۱۳۵۸ نمبر کوټه کې ښه ګڼه ګوڼه وه. د سګرټو دود د الکولو له تند بوی سره د کوټې فضا ته څه بله بڼه ورکړې وه. درې څلور بوتله تش شوي وو. کله به یوه تن خبرې کولې او نورو ټولو به غوږ نیولی و، کله به بیا هر چا په خپلو کې دوه په دوه خبرې سره کولې، بیا به د یو چا غږ تر نورو لا پسې لوړ شو او ټول به یې ځان ته متوجه کړل. زیاتره به ټوکې وې او د ټوکې په پای کې به د اصلي ټوکې کیفیت نه هم، د الکولو کیفیت، خنداوې څو چنده کړې.
په کوټه کې ناستو کسانو ټولو په روسي ژبه خبرې کولې، خو ټول ناست کسان روسان نه وو. له الکساندر الګانوف پرته چې ۱۳۵۸ نمبر کوټې په هغه پورې اړه لرله، درې تنه نور روسان هم وو، یو هلک او دوه جینکۍ، یو تن بلغاریایي، یوه بله پولنډۍ جلۍ، یو کمبودیایي او یو هم افغان، د دغو ټولو کوټې د لیلیې په یو اړخ کې وې او نن د الکساندر الګانوف د کلېزې په ویاړ د هغه له خوا میلمانه شوي وو.
په دې بنډار کې ناست افغان، ابراهیم نومیده. ابراهیم اصلاً د غزني و، د غزني د سنایي له لیسې فارغ شوی و. د لېسې له فراغت وروسته کابل ته راغی. په کابل کې څه موده د اوبو او بریښنا په وزارت کې مامور و. په افغانستان کې د کودتا او بیا د روسانو د راتګ په وخت کې هم دی د اوبو او برېښنا په وزارت کې یو ټیټ رتبه مامور و. په کابل کې په یوه کوټه کې اوسېده او اوس به هم په رخصتیو کې غزني ته، ته. وروسته دا لارې کړکیچنې شوې او دی هم له کابل نه پل چېرته نه شو تلای.
څه موده وروسته عسکرۍ ته د نیونکو انګازې خپرې شوې. د ابراهیم یو خپلوان په حکومت کې ښه غټ سړی و. ابراهیم کله هم پر هغه غږ نه و کړی او چې د عسکرۍ د انګازو یې ورته وویل او دا یې هم ورته وویل چې کېدای شي ډېر زر زما د موقوفۍ او عسکرۍ ته د لېږلو مکتوب هم راشي، نو هغه کوم چاته ټیلفون وکړ او په سبا چې یې ابراهیم هلته ورغی نو په شوروي کې د زده کړې فورمې ورکړی شوې. ابراهیم ته هم له عسکرۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لاره همدا ښکاره شوه او داسې خو د ۱۳۶۰ کال د وري په میاشت کې دی شوروي ته لاړ او له ښو تالو د مسکو په یوه ښه پوهنتون کې شامل شو.
ابراهیم هیڅلکه د کوم سیاسي ګوند غړیتوب نه لاره. مسکو ته د ورتګ په فورمو کې «د سیاسي او ګوندي موقف» یو جلا کور و او د فورمې دغه (خانه) تر نورو ټولو مهمه ښکارېده، ابراهیم حیران و چې اوس له دې «خانې» سره څه وکړم؟ په پای کې یې د خپل هماغه «معتبر» خپلوان په مشوره او مرسته په دغه خانه کې ولیکل: «د افغانستان د خلکو د ډیموکراټیک ګوند غړی» او یوازې په یوه ټیلفون یې د اوبو او برېښنا وزارت د لومړني ګوندي سازمان د تصدیق ستونزه هم حل کړه، خو هغه معتبر خپلوان یې، د لومړني سازمان منشي ته د ټیلفون په وخت کې ابراهیم ته همدومره وویل: سړیه خو څو ځله مې درته وویل چې ورشه او نوم دې په کې ولیکه خو ستا په زړه کې خدای زده څه دي؟
ابراهیم چې په مسکو کې خپلې زده کړې پیل کړې نو تر یوه کاله پورې یې له سیاسي او ګوندي اړیکو څخه ځان یوې او بلې خواته کاوه، خو په پوهنتون کې د افغاني محصلینو د ګوندي سازمان منشي هغه ته په زغرده وویل چې که له ګوند سره سیاسي اړیکې ټینګې نه کړې سفارت او یا هم کابل ته به خبر ورکړي چې دی نه یوازې ګوندي غړی نه دی، د ګوند د غړیتوب له پاره هیڅ ډول دلچسپي هم نه لري، دلته د غیر ګوندي کسانو له پاره ځای نه شته، دلته انقلاب ضد کسان ځای نه لري.
ابراهیم ته دلته هم بله لار پاتې نه شوه، په نه زړه به یې په ګوندي غونډو کې ګډون کاوه، کله کله به یې ځان په څه هغه دغه بهانه خلاص کړ او چې هیڅ بهانه به پیدا نه شوه، نو بیا به یې له ګډون پرته بله لاره نه لرله، ابراهیم ورو ورو له دغه ډول حالاتو سره عادت کېده. سره له دې چې په لومړي سر کې په ډېرو برخو کې دغه خلک څه بل ډول ورته ښکارېدل، خو وروسته یې د دغه نوي ژوند له ځینو اړخونو سره زړه ولګېده، متلاً د مسکو جنکۍ یې ډېرې زیاتې خوښې وې او له ودکا سره یې هم ډېره جوړه وه، خو په دې ښه پوه شوی و چې زموږ هغه خو بیخي د دوی د لارې ړانده لارویان دي. هغه به په دې ډېر ځورېده چې د یو پردي ملک پوځ ولې د هغه په هېواد کې وي؟ او چې کله به یې ودکا پرې زیاته شوه نو فکر به واخیست چې اخر زه ولې په داسې یو هېواد کې اوسم چې زموږ وطن یې را څخه نیولی دی، دغو فکرونو به دی ډېر ځوراوه، کله به یې سترګې له اوښکو ډکې شوې، خو هغه چې به هر څومره سوچ وکړ، بله لار یې ونه موندله، دی اوس همداسې څه حالاتو رانغاړلی و.
نن هم داسې ښکارېدل چې سر یې زیات تود شوی او دروند شوی وي، نن څه ډېرو خاطراتو په مخه اخیستی و، خدای زده څنګه یې غزنی بې دریغه پر زړه ورورېدلی و، د کابل خاطراتو په مخه کړی و او څنګه یې د خپل وطن یاران وریادېدل، یوه شېبه خو دې خاطرو داسې په هوا کړ، لکه چې اصلاً دلته د لیلیې په ۱۳۵۸ نمبر کوټه کې په دغه ګڼه ګوڼه کې ناست نه وي، خو څو پرله پسې غږونو، هغه د خپل تصور له دنیاګۍ نه بهر کړ:
ـ ابراخیم... ابراخیم...
او ابراهیم ځان وخوځاوه، الکساندر الګانوف هغه ته یو ګلاس نیولی و. خدای زده څنګه یې د ګلاس اخیستلو ته هم زړه نه کېده، هغه بیا ورته وویل:
ـ تواریش ابراخیم...
او د هغه له «تواریش» نه هم بدی راتلل او د ابراهیم پر ځای د «ابراخیم» له ویلو څخه هم، نور خو لا خیر چې کله به خپل کمبودیایي ټولګیوال هم د ابراهیم پر ځای «ابراخیم» باله، هیڅ یې نه خوښېدل. په مات زړه یې د الګانوف له لاسه ګیلاس واخیست او د دې پر ځای چې ویې څکي، یوه شېبه یې په لاس کې ونیو او بیا یې خپلې مخې ته پر پراته میز کېښود.
الګانوف د پوهنتون له هغو نویو محصلینو څخه و چې په افغانستان کې د سره پوځ په لیکو کې له دوه کلن «خدمت» وروسته بېرته مسکو ته تللی و او څو مډالونه یې هم اخیستي وو. الګانوف چې به کله کله ابراهیم ته د افغانستان د خاطراتو په باب کیسې کولې، نو د هغه هیڅ نه خوښېدې او ابراهیم به خبره کوم بل پلو ته اړوله. په افغانستان کې د عسکرۍ د تېرولو له امله خو د ابراهیم په زړه کې الګانوف ته، د علاقمندۍ هیڅ ځای نه و پاتې، خو خدای زده نن یې ولې د الګانوف منلې وه، ښایي د دې له امله به وه چې دغه نوره ټوله ډله ورپسې ورغلې وه او په تېره بیا د پولنډۍ جلۍ له خبرې نه خو هغه نه شو تېرېدلای.
شپه به نیمایي ته رسېدلې وه چې یو ځل الګانوف ته افغانستان وریاد شو. د افغانستان په باب یې څه وویل، د هغه ځای د خلکو په باب چې د هغه په اصطلاح څنګه یې زیاتره «دشمن» «غرني» او د «انقلاب ضد» خلک دي، هغه بل ناست روسي ترې په افغانستان کې د یوې ډېرې جالبې خاطرې په باب پوښتنه وکړه. الګانوف لږه شېبه غلی شو او بیا یې وویل:
ـ ډېرې زیاتې دي، ډېرې جالبې دي، خو خیر یوه خاطره به درته ووایم.
لږ شېبه وځنډېد. ابراهیم ته یې وروکتل او د هغه له ورکتلو سره ټولو ابراهیم ته وروکتل. ابراهیم خپلې سترګې زمکې ته ښکته کړې وې. الګانوف خپله خاطره پیل کړه:
له عسکرۍ نه زما د ترخیص په وروستۍ میاشت کې یوه پېښه وشوه. ما د هلیکوپټر په کنډک کې «خدمت» کاوه. موږ په وروستۍ میاشت کې د هلیکوپټر په وسیله هغه کسان له پاسه څارل چې د ښار او د «اشرارو» د سیمو تر منځ به ولیدل شول. زما وروستۍ وظیفه د غزني د ولایت خواته وه...
او چې ابراهیم د غزني پر ځای د «ګزني» نوم واورېد، نو د ده حواس یې خپلې خواته ورواړول، له زمکې یې سر راپورته کړ، هغه ته یې رډ رډ وروکتل او بېرته یې خپل سر زمکې ته ټیټ کړ. الګانوف بیا خبره شروع کړه:
ـ موږ یوه ورځ له پاسه دوه تنه ولیدل چې له غرونو نه د کلي پر لور روان دي، یو خر یې هم مخکې روان و، پر خره څه شی بار وو. موږ هلیکوپټر ورته ښکته کړ، هغو دوه تنو منډې کړې، موږ ډزې پرې وکړې، هغه یو یې په پښو ولګېد او له منډو ولوېد. هغه بل هم ودرېد او موږ دواړه را ونیول، دوی په خپله ژبه ډېر څه وویل، خو موږ نه پرې پوهېدلو، یو یې بوډا شانته و غټه ږیره یې وه او یو یې زلمی و، عجېبه ځواني یې لرله، لکه دغه ابراخیم...
او بیا هم ټولو د ابراهیم خواته وکتل. ابراهیم هماغسې زمکې ته کتل. پولنډۍ جلۍ وخندل او دا ځل دغه خندا هم په ابراهیم ښه و نه لګېده. لږه شېبه یې له زمکې سترګې راپورته کړې، پر مجلس یې یو عمومي شانته نظر واچاوه او بېرته یې سترګې ښکته کړې. الګانوف بیا خبره شروع کړه:
ـ موږ هغوی دواړه راونیول. د زلمي له پښو وینې بهېدې، شا او خوا زمکه یې سره کړې وه. دواړه مو هلیکوپټر ته ورجګ کړل. موږ ته راپورونه رارسېدل چې په هغه پورې غره کې د «دښمن» پوستې د کلي له خلکو سره روابط لري، خوراک له همدې ځایه ورځي او کېدای شول چې ټول کلی د هغوی په لمسه راپورته شي. زموږ یوه ملګري په هغه بار خر هم د کلاشینکوف یو باټ وچلاوه او بیا مو هلیکوپټر جګ کړ. موږ هغوی د عملیاتو موقت مرکز ته ورسول. قوماندان موږ ته څه ځانګړی دستور راکړ او موږ بېرته هغوی په هلیکوپټر کې کښېښول، هلیکوپټر مو ښه جګ کړ او چې پورې غرونو ته ورسېدلو نو هغه بوډا او هغه ټپي زلمی مو له هلیکوپټره لاندې وغورځول. درې ورځې وروسته خبر شولو چې هغه بوډا او هغه زلمی له دشمن سره رابطه نه لرله، موږ ته وروسته هلته د حکومتي قواوو عسکرو دا خبره وکړه. ویل یې چې تره او وراره دي او له غره نه یې لرګي راوړل. کله کله د دشمن په لټه کې داسې هم کېږي.
او هغه خپله خبره بشپړه نه کړه. ابراهیم له ځایه جګ شوی او هغه یې له مرۍ نیولی و، ټول له ځایه پورته شول، ټولو ابراهیم راونیو او الګانوف یې ترې خلاص کړ. د کلېزې دغه د خوښۍ مجلس په یوه شېبه کې ګډوډ شو. ابراهیم د الګانوف د وهلو نور زور ونه کړ، په بیړه له کوټې وووت. د محفل خونده خرابه شوه. پولنډۍ جلۍ، الګانوف ملامته کړ چې لازمه نه وه د ابراهیم د هېواد دا خاطره یې ویلای وای، او داسې د الګانوف د کلېزې د خوښۍ دغه محفل په همدې ځای کې ختم شو.
ابراهیم په خپل چپرکټ کې څملاست. خپلې بسترې خوند نه ورکاوه. په غزني کې و، ټول فکر یې هلته و. له ځایه راپورته شو. تشناب ته لاړ. په هېنداره کې یې خپل ځان ته وکتل. سترګې یې تکې سرې وې. اوبه یې مخ ته واچولې، څو ځلې یې مخ په یخو اوبو ووینځه. بیا په خپل چپرکټ کې څملاست. بیا هم په خپل وطن کې ګرځېده، هماغسې یې زړه په سینه کې ټوپونه وهل. بېرته له ځایه راپورته شو. خپله ټوله کوټه یې ولټوله، یو کوچنی شان چاقو یې پیدا کړ او په یوه منډه له خپلې کوټې وووت. د ۱۳۵۸ نمبر کوټې مخې ته ودرېد او د هغې کوټې دروازه یې په زوره وډبوله.
***
قاضي خپلې مخې ته پروت مېز وډباوه او د ټولو پاملرنه یې د خپل ځان خواته ورواړوله. په محکمه کې هماغه د ۱۳۵۸ نمبر کوټې د پېښې پرېکړه کېدله. قاضي بیا وپوښتل:
ـ ابراخیم! په خپل ټول تحقیق کې لیکلي چې هغه په ګزني کې د هلیکوپټر نه را غورځېدلي کسان ستا تره او ورور وو؟
ابراهیم وویل:
ـ همداسې یې وګڼه!
خو موږ ته چې معلومات رارسېدلي...
قاضي یې د خپلې خبرې بشپړېدلو ته پرې نه ښود:
که زما نه وي... د یو بل (ابراهیم) خو به خامخا وي...
او قاضي له ځانه سره تکرار کړل:
د بل ابراخیم... د بل ابراخیم...
او بیا لږه شېبه وروسته د محکمې حکم صادر شو:
د محکمې د پرېکړې له مخې «ابراخیم» په دایمي بند محکوم شو...
او بیا ابراهیم پولیسو له ځانه سره مخکې کړ.
ماڼۍ
موږ د ماڼۍ پر بام ولاړ یو. څه موده مخکې د دغې ښکلې ماڼۍ بام ته راوختلو. څومره لویه ماڼۍ، څومره پراخ بام! موږ له ورایه د ماڼۍ د ښایست ننداره کوله. ګاونډیانو راته جوړوله. چې دوی څومره زموږ په فکر کې دي. خپله په ډېرو اوچتو ماڼیو کې اوسي او پر موږ یې هم داسې ښکلې ماڼۍ پیرزو وې. دا یې همدا زموږ لپاره جوړه کړې ده. موږ یو شمېر خاص کسان ماڼۍ ته وروبلل شوو. دا دی اوس مو ماڼۍ خپله ده. ماڼۍ زموږ په خپل واک کې ده. خو دا لاندې؟... او هو! موږ څومره راجګ شوي یو او دا لاندې، ډېر لاندې د خټو کورونه، له دې ځایه یې انسانان هم سم نه ښکاري، هسې لکه مرغۍ چې پر زمکه ګرځي.
ماڼۍ ته له راجګېدلو سره سم، موږ ته له ماڼۍ ټیټ کسان ډېر بدمرغه ښکاري. هغوی څومره په ژورو کې دي؟ موږ په خپلو کې سره کښېښاستلو. پرېکړه مو وکړه چې لاندې له خټینو کورونو، له ژورو څخه باید زموږ د کار خلک ټول پاس ماڼۍ ته راجګ کړای شي، او پاتې نور کسان یې زموږ هیڅ په کار نه دي. هغوی به له پاسه په تیږو ولو او ژوند به یې ورختموو. تيږي راته ایښي دي او ویل یې چې که مو نورې ډبرې په کار شوې هم یې درخېژوو، د تېږو چې هیڅ فکر ونه کړئ.
لومړی مو د راخېژولو لړۍ پیل کړه. هغوی ته مو چیغې شروع کړې. غږونه مو چا نه اورېدل. چیغې مو نورې هم جګې کړې. بیا هم چا نه اورېدلې. موږ له ورایه لېدل چې خلک ګرځي. ډېر کوچني کوچني راته ښکارېدل. یو نیم به لږه شېبه تم شو، خو لکه چې زموږ خواته یې هیڅ پام نه وي. لکه زموږ د غومره لوړه او ښکلې ماڼۍ چې ورته هیڅ ښکاري نه. لکه چې زموږ د ګاونډي خواري ورته هیڅ خواري نه وي ښکاره شوې. لکه چې دوی بیخي کاڼه وي. زموږ دغه چیغې چې تر اسمانه رسېدای شي، دوی یې څنګه نه اوري؟
موږ چې په چیغو ستړي شوو، نو یو بل فکر مو وکړ. موږ ویل راځئ په پړو یې تر ماڼۍ راجګ کړو. دا کار موږ ته اسان و. ګاونډیانو پړي او رسۍ هم راته پرې ایښي وو، خو د هر پړي په سر پورې یوه اوسپنه هم ځوړند وه. موږ هیڅ نه پوهېدو چې دغه اوسپنه د څه لپاره ده؟ خو موږ ویل هغوی هوښیار خلک دي، په دې کې به هم څه حکمت وي.
پړي او رسۍ مو سره غوټه کړل. زموږ نظر دا و چې د خپل کار خلک به په کې راپورته کړو او که چېرې داسې کوم څوک هم په رسۍ پورې نښتی و، چې زموږ نه و په کار نو له ماڼۍ بېرته ورګوزارول به یې زموږ لپاره دوه ګټې ولري؛ یو خو دا چې خپله له مینځه لاړ شي او بله دا چې لاندې به یو بل هم ورسره له مینځه یوسي.
په خپله خوښه څوک نه راختل، خو عجېبه اوسپنه وه. همغه چې د رسیو او پړیو په سرونو پورې تړل شوې وه. هغه چې به په هر چا پورې ولګېده، نو د ځان خواته به یې راکش کړ. ګاونډیانو مو عجېبه اوسپنه جوړه کړې یا پیدا کړې وه. بې شمېره رسۍ او پړي له ماڼۍ څخه ځوړند شوي وو. موږ دغه پړي راکشول. اوس د ماڼۍ په اوچتولي پوه شولو. ډېر یې ستړي کړلو. موږ چې لومړۍ پېره ماڼۍ ته راجګه کړه، ټول یې مړه وو. عجېبه وه زموږ له پړیو زندۍ ورته جوړې شوې وې او یا یې خپله ځانله زندۍ ترې جوړې کړې وې. موږ له ډېره قهره هغه ټول لاندې ورګوزار کړل. بیا مو رسۍ او پړي له ماڼۍ ښکته کړل. دا ځل یې نو لا ډېر ستړي کړو. څو ځله مو دمه په کې وکړه او بیا هم چې هغه خلک موږ د ماڼۍ سرته راوخېژول، ټول مړه وو. موږ څو ځله دا کار وکړ او په هر ځل به مو مړي د ماڼۍ سرته راخېژول. دې کار موږ ستړي کولو، خو اوس مو ترې یو ډول خوند هم اخیست. موږ ته اوس د مړو راخېژول او بېرته له ماڼۍ ورګوزارولو عجب خوند راکاوه، خو ستړیا یې ډېره زیاته وه. زموږ مټې هم اوس عادي شوې وې، یو څه له پخوا پنډې شوې هم وې.
یوه ورځ زموږ د ګاونډي له کوره ګڼ شمېر مټور مانۍ ته راغلل. نوې رسۍ او پړي ورسره وو. موږ ډېر ستړي شوي وو. هغوی د پړیو او رسیو په کشولو کې له موږه هم تکړه وو. عجېبه وه هغوی چې به خپل پړي ځوړند کړل، نو په یوه پړي کې به یې څو تنه په یو ځل د ماڼۍ بام ته راپورته کړل. ټول به زندۍ شوي او مړه شوي وو.
اوس نو زموږ یوازینۍ لوبه همدا وه. یوازینی کار مو همدا و. موږ غوښتل چې اوس نو د خپلې ماڼۍ دهشت او عظمت هر چاته ورڅرګند کړو او دا کار بې له ویرې او مرګه ناممکن و. په خپله خوښه څوک راختل نه او موږ چې به راخېژول نو مرګی ورسره ملګری و. مقصد چې راجګ شوي وای، مړه یا ژوندي، زموږ خو هسې هم مړه په کار وو.
دومره مرګونو موږ په یو بل څه هم اخته کړو. څه موده وروسته موږ په خپلو کې هم سره وژل پیل کړل. او دغه وژل ورو ورو زیاتېدل. اوس که به موږ درې برخې هغه کسان له ماڼۍ ورغورځول چې په رسیو کې به مو مړه راجګ کړي وو نو څلورمه برخه به یې زموږ خپله وه. دا وژل د ماڼۍ ساري رنځ و، د ګاونډیانو مټورو ځوانانو به ویل چې زموږ پر پړو او رسیو پورې د نښتې اوسپنې همدغه خاصیت دی، موږ چې هر چېرې دغه اوسپنه لېږلې یا مو له ځانه سره وړې ده، همداسې څه ساري رنځ هم ورسره را پیدا شوی، او داسې خو موږ د هغې کوچنۍ اوسپنې په یوه بل حکمت خبر شولو.
موږ له ماڼۍ لاندې خټینو کورونو او ژورو ته کتل. اوس موږ په ماڼۍ کې هم تنګېدلو، لاندې د ورکوزېدلو ټولې لارې مو هم بندې کړې وې. لاندې مو هم ځای نه و. موږ پوهېدو چې لاندې به د ماڼۍ په باب او د ماڼۍ د استوګنو په باب څه فکر کېږي، خو زموږ لپاره یوازینۍ لاره همدا وه چې د پړیو او رسیو راکشول تُند کړو او په خپلو کې وژل هم زیات کړو. موږ غوښتل لاندې ورګوزارېدونکې تحفې له یوې ورځې څخه بلې ته ورزیاتې شي.
یوه ورځ په ماڼۍ کې یو ناڅاپه ګڼه ګوڼه شوه. چا ویل زلزله ده. چا ویل څه بله خبره ده. له لاندې هم شور راته. موږ د لومړي ځل لپاره هغه شور هم واورېد. لکه په یوه شېبه کې چې د نړۍ ټول ګونګیان په خبرو راغلي وي. په ماڼۍ کې هر چا یوې او بلې خواته منډې وهلې. د هر چا پر خوله فریاد و. هیڅوک لا نه پوهېدل چې څه خبره ده؟ موږ ولېدل چې د ګاونډیانو په کورونو کې هم ټولې ماڼۍ نړېدلې وې. هر چا تعجب کاوه. هر چا چیغې وهلې. له لاندې هم فریادونه دومره اوچتېدل چې نږدې وو موږ ټول کاڼه کړي.
ماڼۍ ولړزېدله... دا دی همداسې لړزېږي... ماڼۍ په نړېدو شوه... دا دی نړېږي... له لاندې ټول ورته اړم شوي دي، لکه بیخي له کاغذونو چې جوړه شوې وي. دا خو نړېږي... موږ څومره غولېدلي وو... دا دی نړېږي... دا دی... نړ... ي دا دی...
پېښور
۳۱- ۶ـ ۱۳۷۱