دلته غرونه نهدي هسک ( د زرین انځور داستانونه ) [ ۷]
زرین انځور
گران شاعر اشنا پيرمحمد کاروان ته چې د دې کيسې ((سوژه)) يې راته ډالۍ کړې ده.
وه توره ببریه!
د رزخان ماما کډه چې زموږ کلي ته راغلله، نو لکه چې ماته څه نوې مشغولا پيدا شوې وي. زما لپاره خو په زړه پورې دا وه چې هغه بېخي زموږ په گاونډ کې واړول. د هغه دوه زمن زما لپاره بېخي نوې مشغولا ځکه وه چې دواړه يې زما همزولي وو. رضاخان خو مې بېخي همزولى و او مخان به رانه يو کال کشر و. بس زموږ گاونډ اوس زما لپاره ښه گرم شو. له سهاره تر ماښام ماخوستنه پورې به مو منډې رامنډې وهلې، لوبې به مو کولاې. پټ پټونى، خوسى، ډۍ کاکچى... او داسې نورې لوبې به زموږ هره ورځنۍ مشغولا وه.
پلار او مور چې به مې کله په خپلو کې خبرې سره کولاې، نو ماته داسې څرگنده شوله چې زرخان ماما له خپل کلي نه د څه ځانگړې پېښې له امله راکډه شوى دى. پلار به مې ويل چې هغوى ته په کلي کې څه بدي پيدا شوې ده او ځکه خو يې هغه پريښى دى. مور او پلار به مې په کور کې او پلار او نورو خپلوانو به مې بهر په پيل کې په دې باب ډېرې خبرې سره کولاې، خو زه يې په تفصيلاتو ډېر نه پوهېدم. ورو ورو، هغوى داسې د دې کلي د ژوند د بهير يوه برخه گرځېدله، لکه چې د همدې کلي خپل استوگن وي. دوى له کلي سره بلدېدل او کلى له دوى سره. زما لپاره د زرخان ماما له دواړو زامنو سره مستي، لوبې او منډې رامنډې له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته لا په زړه پورې کېدلې.
يوه ورځ داسې هم راغله چې زه او د دې کلي يو زيات شمېر نور ماشومان په ښوونځي کې شامل شولو. زما لپاره خو د خوښۍ خبره دا ښکارېدله چې له رضاخان او مخان سره به يو ځاى ښوونځي ته ځم او راځم، ځکه چې دوى راته د کلي له بل هر ماشومه نږدې وو، خو دغه گومان مې ډېر ژر په خواشينۍ بدل شو، ځکه هغوى دواړو راته وويل چې موږ، پلار ښوونځي ته نه پرېږدي. زه په دې خبره ډېر خپه شوم. خپله مې له زرخان ماما نه وغوښتل چې زامن يې هم له ماسره يو ځاى ښوونځي ته لاړ شي، خو هغه راته يوازې وخندل او نور يې هېڅ هم ونه ويل. زه يې د هو او نه په سم ځواب پوه نه شوم، خو بيا مې هم هيله لرله چې کېداى شي پلار يې ښوونځي ته د هغوى په تگ راضي شي. ماته هغه ((نه)) نه وه کړې او د هغه له موسکا مې د هغه د رضايت اټکل کړى و، خو داسې ونه شول. ښوونځي ته د لومړۍ ورځې د تگ پر سهار خو خپل پلار ته ډېر ټينگ شوم چې ولې رضاخان او مخان ښوونځي ته نه ځي چې زه به ځم، خو پلار راته په غصه شو او پوه يې کړم چې د هغوى خو بدي ده او بچي يې له کلي وړاندې ښوونځي ته تگ راتگ نه شي کولاى، نه چې څه پېښه ورته وشي. بس ما هم نور د رضاخان او مخان پر تگ ټينگار ونه کړ، خو په زړه کې پرې ډېر سخت خپه شوم. زه چې به له ښوونځي رارخصت شوم، نو بيا به مې د ماسپښين له خوا تر ماښامه پورې له رضاخان او مخانه سره لوبې کولاې. هغوى ته به مې د ښوونځي کيسې هم کولاې، خو ما چې به د ښوونځي کومه کيسه هغوى ته راواخيستله، رضاخان او مخان به دواړه لکه چې پرې ځورېدل. د ښوونځي کيسې به ښې نه پرې لگېدې. ښايي دا به د دې له امله وه چې دوى ولې درس نه شي ويلاى؟ ما به هم تر دې وروسته هڅه کوله چې له دوى سره په خپلو لوبو او خبرو اترو کې د ښوونځي يادونه ونه کړم، ځکه چې دوى پرې ځورېږي.
شپې ورځې همداسې تېرېدلې. زه له لومړني ښوونځي وروسته، د خپلې ولسوالۍ مرکز ته، منځنيو او بيا د لېسې زده کړو ته تللم. د ولسوالۍ مرکز له موږ لرې و، خو هره ورځ په ډله ډله هلکان تلو او راتلو. سهار دوخته به روان شولو او ايله مازيگر به بېرته کلي ته رارسېدلو. کله کله به کوم سرويس يا لارۍ هم راپيدا شوه چې له کلي مو ښوونځي او له ښوونځي مو کلي ته راورسوي، خو زياتره به پلي تلو راتلو. اوس نو زه، رضاخان او مخان هم لکه د پخوا په څېر کوچنيان نه وو، خو ملگرتوب مو هماغه ډول دوام لاره. اوس نو زرخان ماما لکه بېخي چې د همدې کلي وي. د کلي په هر غم او ښادۍ کې به حاضر و. د زرخان ماما ښځه اطلسه ترور هم لکه د همدې کلي چې وي، اوس نو کلي دوى بېخي خپل کړي وو.
زرخان ماما په خپل کلي کې هم دومره شتمن نه و. ويل به يې چې هلته مې يو دوه پټي شته دي. گوزاره به مې نه پرې کېدله، خو څه نوره غريبي مزدوري به مې ورسره کوله، د کوم بل چا پټى نيم به مې هم ورسره وکاره او گوزاره به مو پرې کوله. دلته زموږ په کلي کې هم هغه له هېڅ ډول غريبۍ مزدورۍ ډډه نه کوله. که د چا په پټي کې به کار و، که د خټو غريبي - مزدوري به وه او که بله هره غريبي به ورته پيدا شوه، ده به سرپه نه پرې کوله. اوس خو به يې لا دواړو زامنو هم کله کله په مزدورۍ غريبۍ کې لاس ورسره کاوه، خو مور او پلار به يې په تېره بيا له خپل مشر زوى نه تل سر ټکاوه. ويل به يې چې رضاخان د هېڅ ښې نه دى. مخان لا بيا هم ښه دى، له خوارۍ ډډه نه کوي. زموږ د نورو کليوالو هم له رضاخان سره چندان نه لگېدله، خو خداى شته له ما سره يې جوړه وه او يا به زما ورسره جوړه وه.
زه د لوړو زدهکړه لپاره کابل ته لاړم او اوس به نو په کال کې يوازې يو ځل په رخصتيو کې خپل کلي ته تللم. ما د کابل پوهنتون په طب پوهنځي کې زدهکړې کولاې. په کال کې يو ځل چې به زه د رخصتۍ د تېرولو لپاره کلي ته لاړم، نو بيا به مې هم له رضاخان او مخان سره خپله هماغه پخوانۍ انډيوالي روانه وه، خو ما به په خپله هره رخصتۍ کې دا احساسوله چې د زرخان پر کورنۍ له يوې ورځې نه بلې ته د غريبۍ زور زياتېږي. زموږ خپله هم چندان مزه نه وه، خو دومره ځمکه مو وه چې بس په سختۍ سره مو گوزاره پرې کېدله. زه به د زرخان ماما د کورنۍ پر دغې بې وسۍ ډېر ځورېدلم، خو زما له لاسه هېڅ نه وو پوره. په يوه رختصۍ کې چې زه کلي ته لاړم، نو له رسېدلو سره سم خبر شوم چې زرخان ماما په کلي کې نشته. هغه څلور مياشتې پخوا د مزدورۍ لپاره عربو ته تللى دى. د دې خبرې په اورېدو ډېر زيات خوشحاله شوم. پلار او مور مې هم، عربو ته د زرخان ماما په تگ خوشحاله وو. رضاخان او مخان هم پوره خوشحاله ښکارېدل. ماته داسې ښکاره شوه چې اوس به نو د زرخان ماما د کورنۍ د غريبۍ وروستۍ شپې ورځې وي. ماته مې پلار وويل چې زرخان ماما په خپل کلي کې خپل هغه دوه پټي خرڅ کړل او يو څه روپۍ يې هم زموږ د کلي له جنت خان ماما نه په سود اخيستې دي. د خپل کلي د هغو ددوو پټيو په خرڅلاو کې هم ورسره زما پلار پوره مرسته کړې وه، ځکه چې زرخان ماما خپل کلي ته نه شو تللى. پلار مې په پټه، د هغه د پټیو معامله په هماغه کلي کې له يو چا سره جوړه کړې وه او په ((عرفي قباله)) يې خبره سره خلاصه کړې وه. اوس نو داسې ښکارېدل چې رضاخان او مخان هم د راتلونکي په باب په زړه پورې خوبونه ويني. دوى چې به له ما سره يوازې شول، نو ويل به يې چې بس که خداى ته منظوره وي، غريبي به نوره مخه ښه راسره کوي. په دغو کلونو کې زموږ له کلي او ځينو نورو شاوخوا کليو نه گڼ شمېر خلک د مزدورۍ لپاره، عربو ته تللي وو او له څو کلونو وروسته يې د کورنيو وضعه ښه شوې وه. اوس که به چا عربو ته د تگ پيسې برابرولای شوې، نو يوه ورځ هم په کلي کې نه پاتې کېدل، خو هلته د تگ لپاره هم ډېرو پيسو ته اړتيا وه. عربو ته تگ، له غريبۍ نه د خلاصون يوازينۍ لاره وه.
دوه کاله وروسته چې زه کلي ته لاړم، نو خبر شوم چې يوه مياشت مخکې زرخان ماما له عربو راستون شوى او ښې ډېرې پيسې يې هم له ځانه سره راوړې دي. ماته مې مور وويل چې د جنت خان پور يې هم خلاص کړ او زوى ته يې د خيرالدين لور شينکۍ وکړه. د زرخان په راستنېدو ډېر خوشحاله شوم، دا چې پيسې يې له ځانه سره راوړې وې او د جنت خان له سود او پوره هم خلاص شوى، خوشحالي مې څو چنده شوه، خو د خپلې مور وروستۍ خبره جندان ښه راباندې ونه لگېده. شينکۍ چې موږ ټولو به ((خارجۍ)) بلله، رښتيا هم کټ مټ داسې وه لکه خارجۍ. تکه سپينه، شنې سترگې او سره ويښتان. اوس خو به ډېرې شپې ما هم د هغې سوچونه کول او خداى ته به ښکاره وي چې زما په څېر به د کلي نورو څومره زلمو د هغې به باب سوچونه کول او هره شپه به د هغې له خيالونو سره ويده کېدل، د شپې به يې په سوچ کې ځان ته رابلله او په خپل خيالي پالنگ کې به يې له ځان سره څملوله. که له نورو نه يم خبر، لږ تر لږه ما خو داسې کول، ځکه خو د مور وروستى زېرى، ښه راباندې ونه لگېد. په رنگ کې به مې خامخا څه توپير راغلى وي، خو هېڅ مې ونه ويل. ښايي مور مې پر ما پوه شوې وي، خو هغې هم ځان راباندې پوه نه کړ. زه يوه شېبه د شينکۍ د خارجۍ خيالونو په مخه کړم. د هغې د يادونو باران په شېبو شېبو راوورېد او زه په خپلو خولو کې لوند لوند شوم. ژر مې ځان سمبال کړ. له ځايه پورته شوم. تر هر څه دمخه د زرخان ماما کور ته لاړم. زموږ او د هغوى د کورونو ترمنځ پرده نه وه. کلونه کلونه څنگ پر څنگ سره اوسېدلي وو. يو د بل غم او ښادي مو خپل غم او ښادي گڼلي وو. زرخان ماما ته ورغاړه وتم. راته پاک او سپين ښکاره شو. رښتيا هم همداسې وه. کالي يې پاک شوي او داسې ښکارېده لکه چې اوس ځان ته يو څه ډېره پاملرنه کوي. ماته دغه بدلون هم ښه او په زړه پورې ښکاره شو. د هغوى د کور په هر څه کې راته د پخوا په نسبت يو څه بدلونونه ښکاره شول. ان چې د اطلسې ترور کالي هم له پخوا يو څه بدل راته ښکاره شول. زرخان ماما او اطلسې ترور ته مې د ښادۍ او کوژدنې مبارکي ورکړه. د اطلسې ترور په رنگ کې هم سره پيدا شوي وو. زه د دوى په خوشحالۍ خوښ شوم. رضاخان ته مې هم د کوژدنې مبارکي وويله. د هغه رنگ تک سور شو. لکه له ما نه چې شرمېږي او نه غواړي په دې باب څه ووايي. دغه دوه - درې کاله ما او هغه د شينکۍ د خارجۍ په باب ډېرې خبرې سره کړې وې. هغه به يې هم صفتونه کول او ما به يې هم ستاينې کولاې. يو د بل له زړونو او د زړه له رازونو ښه خبر وو. ما هم په دې باب له هغه سره د نورو خبرو کول لازم ونه گڼل. زه پوه شوم چې د شينکۍ هغه پخوانۍ کيسې، هغه پخواني خيالونه پاى ته رسېدونکي دي. اوس د نوې کيسې نوې پاڼه پيل کېږي. ما هم په زړه کې د دې کيسې د پاى ته رسېدلو پرېکړه وکړه، خو له دې پرېکړې سره سره بېگاه خوب رانغى.
ما ته مې مور ويلي وو چې زرخان ماما همدغه يوه مياشت وروسته بېرته عربو ته روان دى. هلته خداى کومه ښه غريبي ـ مزدوري ورته پيدا کړې ده او له خيرالدين سره يې لا هماغه له پيله دا خبره خلاصه کړې ده چې واده به هم له کوژدنې وروسته، ډېر ژر کوي. هغوى هم دا خبره ورسره منلې وه. پيسې يې ښې ډېرې ترې اخيستې وې او ځکه خو به خبرې ټولې د زرخان ماما منل کېدې. هغه ورته ويلي وو چې دى بېرته ژر عربو ته روان دى او غواړي چې د زوى واده يې ډېر ژر ترسره کړي، ځکه چې نور نو دلته ډېر نه شي پاتې کېدى، اخر هلته ډېر مهم کارونه ترې پاتې دي.
د رضاخان واده، کلي ته زما له تگه شل ورځې وروسته جوړ شو. ښه د مزې واده و، لکه چې زرخان ماما غوښتل خپله ټوله راوړې پاتې شمتني، د رضاخان په واده کې ولگوي. ښه ټنگ ټکور، گرم اتڼونه او ښه غوړ نارى. واده ښه په خوښۍ ترسره شو او شينکۍ د زرخان ماما او اطلسې ترور کور ښکلى کړ. له واده لس ورځې وروسته زرخان ماما بېرته عربو ته لاړ او خداى خبر ولې زه هم نور په کلي کې تنگېدم. زړه مې غوښتل چې رخصتۍ ژر خلاصې شي او بېرته کابل ته لاړ شم. د رخصتۍ پاى ته به لا څور ورځې پاتې وې چې زه هم له کلي نه د کابل پر لور رهي شوم.
***
زه چې همغه ورځ له خپل کلي راوتلى يم، بيا کلي ته نه يم تللى او په دې منځ کې لږ وخت هم نه دى تېر شو، پوره زمانه تېره شوې ده. تاسو به څه فکر کوئ چې څومره وخت به تېر شوى وي؟ نه نه... له دې نه هم ډېر وخت تېر شوى دى. له هغې ورځې دا دى اته ويشت کاله تېرېږي. اته ويشت کاله پوره عمر دى. اته ويشت کاله کېږي چې زه له خپل کلي راوتلى يم او بيا مې هغه کلى نه دى ليدلى. بيا له زرخان ماما، اطلسې ترور، رضاخان او مخان... او له شينکۍ - له خارجۍ نه يم خبر. ما چې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي او د ستاژ دوره څنگه پاى ته ورسول، نو يوازې درې مياشتې مې په وزيراکبر خان روغتون کې له وظيفې نه وې تېرې شوې چې پر وطن بدې پېښې راغلې. کمونستان راغلل. بيا د روسانو يرغل پسې راغى او ما د همدغه يرغل په پيلامه کې له خپل هېواده پښې سپکې کړې. دومره تورزن نه وم چې تورې او ټوپک ته لاس کړم او غرونو ته شم، بس د نړۍ بل کونج ته شوم. هلته مې دغه دومره کلونه سرگردانۍ تېرې کړې. د زړه د ناروغيو تخصص مې هم واخيست او دا دى اوږده کلونه وروسته هېواد ته راستون شوى يم. پلار مې له نړۍ سترگې پټې کړي او مور مې د خداىY په فضل ژوندۍ ده. زه چې له هېواده راستون شوم، نو همدلته د کابل په ښار کې مېشت شوى يم. لا دې ته نه يم جوړ شوى چې يو ځل بيا کلي ته لاړ شم. مور مې دا دى ليدو ته راغلې ده. د اوږدې مودې پېښو زما له موره هم داسې بوډۍ جوړه کړې ده چې هډو د پېژندو نه ده، خو دا دى زماپه ليدو لکه چې ساه په کې غړېدلې وي. لکه په رگونو کې يې چې ايله اوس وينه تللې - راغلې وي. زه او مور مې بېگا ټوله شپه ويښ ناست وو. موږ د دومره اوږده عمر کيسې ټولې بېگا شپه پاى ته ورسولې. يا خو لا ښايي نورې ناويلې کيسې هم پاتې وي، خو هغه کيسې چې زما لپاره ډېرې مهمې وې، هغه مو بېگا شپه وکړې. له دغو کيسو څخه يوه يې هم د زرخان ماما، اطلسې ترور، رضاخان، مخان او د شينکۍ - د خارجۍ کيسه وه. مور مې دا کيسه رابشپړه کړه:
رضاخان چې شينکۍ واده کړه، نو ژوند يې ډېر ښه سره تېرېده، خو خداى خبر پر مور يې څه چل شوى و. د هغې له خپلې نږور سره سمه دښمني وه. د شينکۍ او اطلسې د مږک او پيشو ژوند و. دوه کاله وروسته يې پلار يو ځل بيا له عربو راغى. داځل يې هم ښې ډېرې پيسې له ځانه سره راوړې وې. مشر زوى رضاخان يې بس د پلار گټې ته ناست و. نور نو د هېڅ خير ښېگڼې نه و. زرخان په دا دويم ځل راتگ کې چندانې هغه پخوانى زرخان نه و پاتې يا خو به ښايي موږ ته داسې ښکارېده، لکه چې د ډېرو پيسو گټلو، له هغه يو څه کم کړي وو. داسې ښکارېدل چې زرخان د پيسو ډېر شوقي شوى دى. اوس يې د کلي له خلکو سره هغه پخوانۍ راشه - درشه نه کوله. هغه پخوانۍ مينه نه وه په کې پاتې. زياتره به په خپل کور کې و. تک سپين به گرځېده او ځان به يې په گوته څانډه. يوازې د پيسو خبرې به يې کولاې او ان چې دا رنځ يې اطلسې ته هم وررسېدلی و. په دغه دويم ځلي راتگ کې يې د خپل کلي د بدۍ هغه پخوانۍ لانجه هم د پيسو په زور پرې کړه، خو خپل کلي ته کډه نه شول. اطلسې به ويل چې اوس مې له دې کلي زړه نه کېږي.
شينکۍ هماغسې ښکلې او خوږه وه او سره له دې چې زه يې له خواښې سره له ټولو ناخوالو خبره وم، خو بيا هم چې به کله موږ کره راغله، خوله به يې له خندا ډکه وه او زه يې پر ځان نه پوهولم. دوه کاله تېر شول، خو د شينکۍ اولاد پيدا نه شو. دې خبرې اطلسه نوره هم د هغې دښمنه کړه. اطلسې به ويل:
ـ ښځې چې بچي رانه وړي، څوک يې په تندر وهي!
کله به يې لا له خولې ووتل:
ـ چرگه چې هگۍ وانه چوي، چاړه پرې راکاږه!
د اطلسې او شينکۍ خبره همداسې سره سختېدله. يو خو د رضاخان مينه د مور په توگه له اطلسې سره، د شينکۍ په راتگ نيمه شوې، خو به خامخا وه. د دې خبرې خو چاره نه وي. دا خو نو خامخا همداسې کېږي. له هر چا سره، له هرې مور سره همداسې کېږي، خو ځينې ميندې په دې برخه کې ډېرې بې حوصلې شي او بدمرغي له همدې ځايه پيل کېږي. بيا چې شينکۍ شنډه وخته، نو اطلسه به اوس هره گړۍ هغې ته پېرانو نيولې وه. د اطلسې او شينکۍ مخالفتونه له يوې ورځې بلې ته زياتېدل. اوس به يې کله کله د شخړو او جگړو غږ زموږ تر کوره هم راورسېد او انگازې خو به يې لا کله کله زموږ له کوره هم تېرې شوې. زه په دې خبره هېڅ نه پوهېدم چې اخر اطلسه ولې داسې کوي؟ ولې داسې کبر رااخيستې ده.
د واده پر څلورم کال يو ناڅاپه غږ شو چې شينکۍ مړه شوه. هغه رښتيا مړه شوې وه. هېڅوک نه پوهېدل چې ولې او څنگه؟ ما خو هغه کله ناروغه هم نه وه ليدلې. له مرگه وروسته يې په کلي کې ډول ډول هنگامې خپرې شوې. چا به ويل چې خواښې يې څه ورکړي دي او چا په لا ويل چې خپله يې څه خوړلي دي. په دې وروستيو کې د خواښې او نږور جنگ، جنگړې ډېرې زياتې شوې وې. حتٰى اوس يې نو شينکۍ د پلار کور ته هم نه پرېښوده. د خواښې کبر يې بېخي زيات شوى و. زرخان به په عربو کې گټلې او ښځې او دواړو زامنو به يې کبر پرې کاوه. د شينکۍ د مرگ هنگامې ښې تودې وې. د هغې پلار خيرالدين ته هم په دې هکله گڼې هنگامې ورورسېدې. هغه لا مخکې له دغو مخالفتونو خبر و، خو نه يې غوښتل چې څه مداخله وکړي. مگر اوس يې نو د لور د مرگ (يا وژلو) د غم تاب رانه وړاى شو. د اور لمبې پرې بلې شوې. د خيرالدين پنځه تکړه زلمي زامن وو او اوس يې نو پنځه واړه مجاهدين هم وو. ټول د مجاهدينو په يو گروپ کې وو. رضاخان هم لا پخوا د پلار په پيسو څو کلاشينکوفه اخيستي وو او اوس خو يې خپله هم يوه ډله جوړه کړې وه. د خيرالدين زامن، رضاخان او مخان ته گواښېدل او ويل کېدل چې يو ځل خو يې پر مخان ډزې هم کړې وې، خو هغه ترې بچ شوى و. دوى هم هغوى ته گواښېدل او نږدې وه چې خبره غټې بدۍ ته ووځي، خو بس خداى خير کړ، جرگه کښېناسته او خبره په خير فيصله شوه. دا چې هنگامې درواغ وې که رښتيا؟ پر دې خبره تيږه کېښودل شوه، خو دا چې له شينکۍ سره يې په ژونديني ډېر ظلمونه کړي وو او حتٰى وروستي دوه کلونه يې د پلار کور ته هېڅ ورپريښې نه وه، رضاخان د جرگې له خوا پړ شو. پنځه لکه افغانۍ يې پرې کېښودې چې خيرالدين ته به يې ورکوي. همداسې وشول. دغه پيسې يې خيرالدين ته ورکړې او دغه لانجه، سمدلاسه په همدې ځاى کې پاى ته روسېدله.
رضاخان او مخان له دې وروسته پر ځان وډارېدل. د خيرالدين د زامنو پر خلاف يې، له يو بل مخالف تنظيم سره ځانونه وليکل. دوى هم ښه ډله جوړه کړه او ډېرې ټوپکې يې پيدا کړې.
د خيرالدين د زامنو او رضاخان له هغو تېرو شخړو او بيا جرگې نه به اته ـ نه مياشتې لا نه وې تېرې شوې چې رضاخان پر خيرالدين بله دعوه وکړه. هغه به ويل چې په هغه تېره جرگه کې له نورو پرېکړو سره دا خبره هم شوې وه چې د خيرالدين له کورنۍ به کومه نجلۍ د رضاخان په نامه کېږي. دا خبره بیخي درواغ وه، خو رضاخان د پيسو په زور د هغې تېرې جرگې څو تنه جرگه مار هم له ځان سره يوه خوله کړي وو، ځکه خو په دويم ځل جرگه کې خبره لازياته خرابه او کړکېچنه شوه. په جرگه کې چې خبرې ډېرې زياتې اوږدې او ترخې شوې، نو د خيرالدين يو زوى يو ناڅاپه له خپله ځايه جگ شو. منډه يې کړه. له جېبه يې چوړکۍ راوکښله او د رضاخان پزه يې پرې کړه. شخړه جوړه شوه، ډزې شوې، خو خلک ترمنځه شول. څو تنه ټپيان شول، خو مړى ونه شو، رضاخان يې له پولې هاخوا تر ميرانشاه ورساوه. پوزه يې ورته وگنډله، سره له دې چې جوړه شوه، خو کږه او بدرنگه.
څه موده نه وه تېره چې رضاخان بيا له خپلې ډلې سره کلي ته راغى، هغه خبر شوى و چې د خيرالدين زامنو ته په همدې کلي کې يو بل چا د هغه د پزې د پرېکولو مشوره ورکړې وه. خداى پوهېږي چې دا به ريښتيا وه که درواغ؟ خو بس رضاخان له خپلې ډلې سره د شپې له خوا د هغه سړي پر کور ورغى او دوه کسه يې ترې ووژل.
رضاخان هماغسې مست او کاواکه و. اوس خو به لا خلکو ويل چې په ماغزو کې يې هم څه فرق راغلى دى. کله کله يو ناڅاپه له خپل ځايه جگ شي، يو څو غږه وکړي چې هېڅوک نه پوهېږي څه وايي؟ او بيا نو د کلاشينکوف يو هوايي باټ وچلوي. په خپله ډله کې کوم ملگري هم ورته په دې باب ډېر څه نه شول ويلاى، ځکه چې يوخو هغه سر گروپ و او بله دا چې هغوى يې اوس له دغه عادت سره بلد شوي وو. د پلار له خوا د عربو پيسې هم ورته راروانې وې او دلته د جهاد تنظيمي وسلې او پيسې هم ورته رارسېدلې. رضاخان خپله مستي پرې کوله او نور نو لا په دې کيسه کې هم نه و چې دنيا څو بغرۍ ده!
د شينکۍ له مرگه به يو نيم کال تېر و چې رضاخان بل واده وکړ. دويم واده يې په يو بل کلي کې وکړ. همدغه زموږ څنگ ته په بر کلي کې. دويمه ښځه يې چندانې صفتي نه وه. نه رنگيزه وه او نه يې د شينکۍ په څېر کړه وړه لرل، خو يو کال وروسته يې يو زوى ورته راووړ او ((ببرى)) يې نوم پرې کېښود. زوى يې غنم رنگى او مالگين و. کله کله به يې پلار له مينې غږ پرې کاوه:
ـ وه توره ببريه!
او همداسې خو يې زوى پر تور ببري يادېده. مور چې به يې کله موږ کره راووړ، نو ماته هم داسې ښکارېده، لکه ريښتيا تور ببرى. ما به هم غږ پرې کاوه:
ـ وه توره ببريه!
د زوى د تور ببري له زوکړې سره سم يې مور سخته ناروغه شوه. د اطلسې دې بېخ ووځي هېڅ د خپلې نږور په کيسه کې نه وه. کورني دارو درمل به يې پرې کول، خو د ډاکټر او روغتون غم به يې نه خوړ. ما خپله څو ځله ورته وويل چې ښځه ډېره ناروغه ده. کوزه يې ولېږئ، دا خو له يوې ورځې بلې ته خرابېږي، خو اطلسې چندان غوږ نه پرې گراوه. کله کله خو به يې لا ويل:
ـ نه نه، ښځه چې دې پر ډېرو ډاکټرانو وگرځوله، هغه بيا بې حيا کېږي!
يو کال وروسته يې دغه ښځه هم مړه شوه او د دې ښځې مرگ پر رضاخان لا بل ډول بد اغېز وکړ. اوس به يې نه خپل هغه تور ببري ته پام و او نه يې له خپلې مور سره جوړه وه. زياتره به په خپل کلي - کور کې هم نه و، له خپلو ډلو سره به ټوپکې پر اوږو يوې او بلې خوا ته گرځېده.
يو وخت داسې هم راغى چې روسان ووتل. کمونستان ورک شول او ورو ورو د ټوپکو او ټوپکيانو قدر کمېده. تر يو وخته خو لا په خپلو کې هم ډېر سره وجنگېدل، خو اوس هغه پخوانۍ پيسې، وسلې او مزې نه وې په کې پاتې. زرخان چې دا ځل کلي ته راغى، نو په کلي کې يې يوازې څو شپې تېرې کړې. خپل کشر زوى مخان يې هم دا ځل له ځان سره عربو ته روان کړ. دا ځل زرخان ته خپل کور هېڅ خوند ورنه کړ او نور نو داسې ښکارېده، لکه چې بيا به تر ډېره وخته خپل کلي - کور ته رانشي. هغه د رضاخان له ناخوالو او له مور سره له همېشنيو جگړو ډېر ژر زړه تنگى شو او ځکه خو يې يوازې له څو شپو وروسته بېرته عربو ته د تگ، تکل وکړ.
اوس نو په دې کور کې يوازې اطلسه، رضاخان او ببرى پاتې شول. اوس نو ببري ته هېچا هم له مينې د ((وه توره ببريه!)) غږ نه کاوه. ببرى به هم زياتره ناروغ و. نيا يې هم پاملرنه نه ورته کوله او پلار ته يې هم نوره حوصله نه وه پاتې. مور او زوى به تل د ببري پر سر ناندرۍ سره کولاې. اطلسې به ويل:
ـ سپېره ببرى دى، له راتگه سره يې کور راته جارو کړ.
او رضاخان به ځواب ورکړ:
ـ ادې! دا هر څه دې خپل کبر درباندې کړي دي. هر څه دې له خپله لاسه دي.
بيا به يې نو خپل غږ نور هم پسې لوړ کړ:
ـ ادې! ظلم او کبر هم يو حد لري!
د مور او زوى به يې تل ناندرۍ وې. دوى به په خپلو شخړو سره لگيا وو او ببري به چغې جوړې کړې وې او ژړل به يې. د ببري چغې او ژړاوې به دومره زياتې شوې چې باور وکړه، ما به هم کار نه شو ترې کولى، اخر به د هغه مسکين اواز ټپ شو، خو نه به اطلسې لاس وروړ او نه يې پلار. اطلسې د زوى د ځورولو لپاره او زوى يې د مور له خاطره.
بس رضاخان به دا غوره گڼله چې له کوره بهر وي، په کور کې چې يې پر تور ببري هر څه تېرېږي، هغه به تېرېږي، لږ تر لږه چې د ده له سترگو او غوږونو خو په څنگ وي، ځکه خو به هغه له کوره پر سارا خوشحاله و. د پخواني جهاد ملگري يې يوه او بله خوا سره خواره شوي وو، بس ده به څه خبره پلمه کړه او پر خپلو پخوانيو يارانو به گرځېده. سره له دې چې دا ځل ورته زرخان هم دومره شته نه وو پريښي، ځکه چې ويلي يې وو. دومره پيسې مې راوړې دي چې له دې خوا پرې مخان له ځان سره بوځم، خو بيا هم دومره څه يې ورته پرېښي وو چې يو څو مياشتې گوزاره يې پرې وشوه. ښايي اطلسې ته به زرخان څه نورې پيسې هم پټې ورکړې وې، خو هغې سپېرې خاورې پر خوله موښلې وې او ويل به يې چې يوه ټنگه هم نه ده راپاتې. په دې خبره د اطلسې او رضاخان ترمنځ خپگان، بدگوماني او بې باوري نور هم زيات شوي وو. اوس نو د رضاخان خپل کور ته بېخي زړه نه کېده. هغه ته خپل کور اوس داسې ښکارېده، لکه سور تنور، لکه دوزخ، خو زوى يې په همدې دوزخ کې و او دى مجبور و چې کله کله سر ورښکاره کړي.
يوه ورځ، ډېره موده وروسته کور ته راغى. په کور کې يې بيا هماغه خبرې وې. ببري بيا چغې او ژړاوې شروع کړې وې. مور به يې د يوه او بل کار په پلمه د هغه له لوبولو او کرارولو څخه ځان ژغوره او رضاخان به هم د مور د ځورولو لپاره حتٰى خپل زوى په غېږ کې نه اخيست. مور يې بيا ناندرېۍ پيل کړې:
ـ پلار او زوى د دنيا سپېره وئ... بس بس چغې دې ميراتې شه.
رضاخان هېڅ ونه ويل. بس هسې يې له خپل ټوپک سره ځان مشغولاوه. د خپلې مور خبرې ښې نه پرې لگېدې او له همدې امله يې ځان ناگاره کړ، لکه هغه خبرې چې يې هېڅ اورېدلې نه وي. اطلسې بيا خپل غږ جگ کړ:
ـ دوه ښځې يې قبر ته کړې، پلار او ورور يې له وطنه ورک کړل او خپله مولۍ گرځي. څه نادودې يې ونه کړې...
ببري بيا چغې کړې، بيا يې ژړا کړه. رضاخان مور ته وويل:
ـ ادې! خوله دې دروتړه، هغه هلک درواخله، نه گورې څه شى ترې جوړ شوى؟!
پر اطلسې لکه د ټوپک ډز چې شوى وي:
ـ څه څه! هلک راواخلم؟ په تندر يې وهم، يوه مزدوره ورته ونيسه. بس دى نور مې له لاسه نه کېږي.
د رضاخان په سر کې د مور خبرو انگازې جوړې کړې، لکه چې دغه چغې هغه د خپل غږ په څپو کې له ځانه سره الوزوي:
ـ دا ارمونى دې نور په تندر وهم. نوره يې پوزې ته راوستې يم. زه خو يې څه مور نه يم...
رضاخان د ټوپک خوله ببري ته ونيوله. د کلاشينکوف يو باټ يې وچلاوه او د ببري چغې ودرېدې.
تور ببرى په وينوکې تک سور شو. مور يې چغې جوړې کړې:
ـ هلئ خلکه! غرکه شوم، بېړۍ مې ډوبه شوه... دې ځوانيمرگ څه وکړل!
رضاخان هم هک پک شو چې څه يې وکړل؟! موږ او د شاوخوا نورو خلکو ټولو چغې جوړې کړې او ټول د اطلسې کور ته په منډو شول. په همدې وخت کې د رضاخان د ټوپک يو بل باټ وچلېد او خلک چې هغه ته ورورسېدل، خپله د وينو په ډنډ کې پروت و.
***
د مور پر همدې خبره، زما لپاره د زرخان ماما د کورنۍ ټوله کيسه بشپړه شوه. سره له دې چې ما او مور مې ټوله شپه د کلي کور کيسې سره کړې وې او سترگې مو هم نه وې پټې کړې، خو زه بايد سهار دوخته پوهنتون ته تللى وى. اوس د پوهنتون نوى درسي کال پيل شوى دى. په ټول هېواد کې نورې جنگ جنگړې پاى ته رسېدلې دي او په پوهنتون کې هم ښه گڼه گوڼه ده. زه اوس د طب په پوهنځي کې استاد يم. زه د طب دويم ټولگي ته لاړم. دا لومړۍ ورځ وه چې دې ټولگي ته تللم. زما دا عادت و چې د ټولگي حاضري به مې د درس له پيله مخکې اخيستله او په لومړۍ ورځ خو به مې، له ټولو شاگردانو ځينې پوښتنې هم کولاې، لکه دا چې له کومه ځايه راغلى؟ له کوم مضمون سره يې مينه ده او د ځانگړي ژوند په هکله يې يو څو گروېږنې. د دې ټولگي شمېر هم پوره زيات و. اتيا تنه وو، ځکه خو ما غوښتل چې خپل دغه د پيلامې کار په بيړه ترسره کړم. ما لومړى د حاضرۍ لېست راواخيست او هر نوم به مې په لوړ غږ لوست او هغه به هم ((صیب)) راته کاوه. زه چې د سوبتيا (حاضرۍ) د کتاب اته ويشتم نوم ته ورسېدم، نو حېران شوم. ما ويل که زما سترگې سم کار نه کوي. د حاضرۍ له کتابه مې سر راپورته کړ. په ټولگي کې مې يوې او بلې خواته وکتل. په ټولگي کې نجونې او هلکان يو ځاى سره ناست وو. د نجونو شمېر له هلکانو لږ و او ټولې د ټولگي يوه اړخ ته ناستې وې. ټولو افغاني کالي اغوستي وو او واړه شانته پړوني يې پر سر وو. زه بيا هم د حاضرۍ د کتاب اته ويشتمې گڼې ته ځير شوم. بيا هم هماغه نوم و:
ـ ببرى
د پلار نوم ته يې ځير شوم:
ـ رضاخان.
ما يو ځل غږ کړ:
ـ وه توره ببريه!
په ټولگي کې ناست شاگردان ټول هک پک شول چې پر استاد څه وشول ما په درېم کتار کې پر ناست يو هلک داسې گومان وکړ چې ښايي همدى وي. غنم رنگى او مالگين. اته ويشتمه گڼه مې دا ځل په لوړ غږ ولوسته:
هيچا هم ((صیب)) راته ونه کړ. بيا مې غږ کړ:
ـ ببرى!
هماغه هلک چې په درېم کتار کې ناست و، راغږ کړ:
ـ هغه نه دى راغلى!!
٦/١٢/١٣٧٦لمريز - ٢٥/٢/١٩٩٨ع.
جرمني - د کولن ښار
|
تک سپین
هېڅ باور مې نه راځي پر خپل گومان شکمن کېږم، له ځانه سره فکر کوم:
ـ نه نه، داسې هېڅکله نه شي کېداى.
لکه خوب چې وينم. بيا هم شکمن کېږم. په ذهن کې مې د شکونو يوه لړۍ ځي او بله راځي:
ـ ايا هم هغه دى؟
ـ هو... نو بل څوک کېدى شي!
ـ نه نه، ده خو هېڅکله دا ډول جامې نه وې اغوستې.
ـ خامخا هم هغه دى. زما سترگې نو دومره لويه غلطي نه شي کولاى.
ـ مگر دا څنگه ممکنه ده؟
ـ اخر، دغه د نن او پرون خبره ده، همدغه پرون مې وليد، نو په دغه يوه ورځ کې خو يې نه غلطوم.
ـ خو پرون، دى داسې نه و، په دغه يوه ورځ کې دومره لوى بدلون؟ دا بېخي ناممکنه ده، که په سړي کې هر څومره ستر بدلون هم راشي، د نن او پرون په دغه لنډ واټن کې دومره زيات نه شي بدلېدى.
ـ مگر سړى څه ووايي؟ زمانه بل ډول شوې ده، اوس هر څه ممکن کېداى شي او بيا دلته؟ دلته هر څه کېداى شي، سړى له ځانه هر څه جوړولاى شي.
لږ څه نور هم رانږدې کېږي. د زړه درزا مې نوره هم زياتېږي، که رښتيا ووايم، ډارېږم. د شک پر بهير، د باور بهير مخکې کېږي، خو لا بېخي باوري نه يم، لا په خپلو سترگو مې شک بېخي له منځه نه دى تللى.
له خپلو سترگو عينکې لرې کوم او سترگې مښم. سترگۍ بېرته په سترگو کوم، لکه يو ځل بيا چې خوب وينم:
ـ بل هېڅوک نه شي کېداى.
ـ کېداى شي، ځکه چې... ځکه چې...
خو د ځکه چې... لپاره مې بل چندانې پوخ دليل پيدا نه کړى شو.
ـ نو که دى وي، بيا؟
يو ځل بيا ډارېږم. د زړه درزا مې نوره هم زياتېږي. پښې مې سستېږي. داسې روان يم، لکه چې نه يم روان. اصلاً نه پوهېږم چې روان يم، که ولاړ يم. خو ماته ځان روان ښکاري. کله کله داسې فکر وکړم، خو هغه دا دى راروان دى. مخامخ زما پر لور راروان دى، بيا شکي کېږم.
ـ که هغه وي، نو دلته څه کوي او بيا په دغه ډول جامو کې څنگه گرځي؟ د خپل شک لپاره يو بل دليل پيدا کوم:
ـ او کومې دي، هغه چړې يې څه شوې، هغه چې له کمربنده يې راځوړندې وې، رنگ رنگ ځلاوې يې کولاې... سرې او سپينې چړې... خو هغه نور هم رانږدې کېږي. يو ځل بيا باوري کېږم:
ـ خپله دى، هم هغه دى.
ـ او چړې... !
مگر نوي کالي يې ډېر لوى راته ښکاري. ډېر لوى او داسې تک سپين لکه هغه سپينې چړې. يو ځل بيا ورته ښه ځير کېږم، بيا يو څه شک کوم:
ـ جامو به يې څېرې ته داسې بدلون څنگه ورکړى وي؟!
خو نور د شک ځاى نه راپاتې کېږي. هغه زما خوا ته خپل گامونه گړندي کوي.
دا دى منډې ته نور زور هم ورکوم، خو هغه مې نه پرېږدي. له منډې سره، د هغه تر سپينو جامو لاندې د بې شمېره چړو غمجن غږ اورم، ځان ته مې قهر کېږي:
ـ ولې دې مخکې منډه نه وهله؟ بې ځايه شکونو لکه چې اخر گوتو ته وروستې. له ليدلو سره سم دې بايد منډه کړې وى. سپينو جامو يې دومره وغولولې، قصاب، قصاب دى، که سور وي، که سپين. تا بايد مخکې دا فکر کړى واى.
او ځان ته مې قهر نور هم زياتېږي. په پښو کې مې د نورې منډې توان لکه چې نه شته، خو ځغلم، هغه راپسې راځغلې... دا دى رانږدې شو... دا دى...
زما له سترگو سترگۍ لوېږي، او زه نوره لار نه وينم.
ثور، ١٣٧١لمريز کال
پېښور
عريضه
ـ وه مخلوقه! بزرگ د زمانې دى. کال و سر روژه دى... عجب بختور دى...
د حسيب الله خبره پر امير صاحب ډېره ښه ولگېده. غوښتل يې چې مجلس په همدې بڼه څه نوره شېبه هم روان وي. له خپلې اوږدې ږيرې چې به يې لاس، د لويې خېټې خواته ورخطا شو، نو لکه چې خپله د حسيب الله د خبرې د ردولو لپاره دليل برابروي، خو سترگې به يې پټې کړې، لاس به يې بيا د ږيرې د تارونو مشغولولو ته وروړاندې کړ او بيا به ترې د ناستو خلکو د ستاينو په گرم بازار کې ځان ورک شو.
په دغو ستاينو کې حسيب الله يوازې نه و. د هغه ډېر نورو ستايوالو به هم ويل چې امير صاحب کال و سر روژه وي او روژه هم يوازې په خرما ماتوي. د نفلو د لمانځه خو يې څوک حساب نه شي نيولى او ځينې خو به چې په ستاينو کې نور هم والوتل، نو ويل به يې چې:
ـ د پښو خاورې يې رانجه دي، رانجه.
ځينو کسانو ته چې د خبرو حقيقت معلوم و، هغوى بيا دا خبرې نه منلې، ځينو خو به لا ويل چې:
ـ که کال و سر روژه وي، نو دا دومره لويه خېټه يې له کومه پيدا شوه؟
خو دا ډول خبرې به ډېرې پټې پټې کېدلې، د گنگوسو په بڼه، ځکه چې خلک هم له امير صاحب ډارېدل او هم د امير صاحب له ستايوالو.
صابرې ترور هم په پيل کې همداسې گڼل. هغې امير صاحب ته پوره عقيده لرله. خپل مشر زوى يې لا هغه وخت د امير صاحب په لومړنيو جهادي گروپونو کې ورسره يو ځاى و چې روسان نوي افغانستان ته راغلي وو. د صابرې ترور مشر زوى، د روسانو له راتگ درې کاله وروسته شهيد شوى و. دويم زوى يې تر پايه له امير صاحب سره و. د امير صاحب په قومانده يې اوږده کلونه جهاد کړى و او بيا داسې يوه ورځ هم راغله چې هغه هم د جهادي تنظيمونو، د واک پر سر، د مقابلې او جگړې په بهيرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه دويم گزار پر صابرې ترور د تندر له گزاره کم نه و. هغه يې وسېزله. د هغې پر ټول ژوند، د ژوند پر ټولو هيلو يې د اور لمبې بلې کړې.
د خپل دويم زوى له وژلو راوروسته، د صابرې له امير صاحب بدي راغلل، اوس نو هغې ته امير صاحب سپېڅلى نه ښکارېده. اوس هغې هيچرې هم د امير صاحب ښه نه ويل، اوس چې به هغه په هر ځاى کې ناسته وه، ويل به يې:
ـ خاورې يې دا غټه خېټه شه، د غريبو په وينو داسې پړسېدلى دى.
کله به چې ډېر قار ورغى، نو لا دا خبره به يې هم ورسره يو ځاى کړه:
ـ د ده تر لاس لاندې چې هر يو وژل کېږي، وينه يې د ده رگونو ته ورننوځي. تک سور انار دى!
خو له دغو خبرو سره سره، یوه ورځ داسې هم راغله چې صابره ترور له ډېرې مجبورې ورځې (( ولايت)) ته لاړه. امير صاحب اوس هم د دې ولايت والي و او هم د جهادي شورا رئيس.
صابره ترور د دې لپاره ولايت ته ورغله چې هلته يې بايد د ولايت ((د شهيدانو او معيوبينو)) پر دفتر د امير صاحب، امر اخيستى واى. که امير صاحب به چاته ښه او ((قاطع)) امر ورکړ، نو د شهيدانو وژنې ته به يې په بېړنۍ توگه نغدې او جنسي مرسته ورکوله. صابره ترور هم نورو خلکو او خپلو خپلوانو دې ته اړه کړه چې ((ولايت)) ته له امير صاحب د امر د اخيستو لپاره لاړه شي.
له سهاره تر ماسپښينه په يوه ليکه کې، د امير صاحب د ليدو لپاره ناسته وه. ډله ډله خلک به راتلل او د امير صاحب ليدو ته به ورننوتل، خو بې وسه خلک د هغه په ليدو په اسانۍ نه شول بريالي کېدى. صابرې ترور چې هر څومره زارۍ وکړې، چا د امير صاحب ليدو ته پرېنښوده، تل به ورته ويل کېدل:
ـ خداى به خير کړي ترورې! اوس به امير صاحب وزگار شي.
خو خبره چې مازيگر ته ورسېدله، نو د صابرې ترور هيلې په خاورو بدلېدې. هغه نوره ناهيلې شوه. له يوې ډلې ښځو سره له ځايه پورته شوه او غوښتل يې چې له ((ولايته)) ووځي، خو دوى چې څنگه له ځايه پورته شول، گڼه - گوڼه شوه. کلاشينکوفې وخوځېدې. پيره دارانو او باډيگارډانو يوې او بلې خواته منډې رامنډې کړې. صابرې ترور له يو چانه وپوښتل چې دا څه خبره ده؟ هغه ورته وويل چې:
ـ ځئ ځئ روانېږئ! سبا ته به راشئ. امير صاحب د يو ضروري کار لپاره بل چېرته ځي.
صابرې ترور بيا هم زارۍ وکړې، که همدومره موقع ورکړي چې يو ځل امير صاحب ته خپل عرض ورسوي، خو هيچا يې هم پر سوالونو او زاريو سر ونه گراوه.
په همدغه حال کې امير صاحب راووت. ټوپکونه يې يوې او بلې خوا ته کتار روان وو. يوه ډله ورپسې وه او امير صاحب داسې په بيړه روان و، لکه چې ((واک)) ته يې کوم لوى گواښ راولاړ شوى وي او دى يې اوس دفع کولو او شنډولو ته روان وي.
صابرې ترور نن ټوله ورځ لوږه او تنده زغملې وه. پوره زيات انتظار يې کړى و او هغه پوهېدله چې سبا ورځ به هم خبره همداسې وي. ورځ به تېره کړي او بيا به يې د امير صاحب د ليدو وياړ ورپه برخه نه شي. هغې د ډېرو راغليو ښځو کيسې نن ټوله ورځ اورېدلې وې چې څوک يې يوه اوونۍ او څوک يې يوه مياشت تللې او راغلې وې، خو لا تر اوسه يې خپلې عريضې امير صاحب ته نه وې وړاندې کړې. چا ورته ټوله ورځ ژړلي وو او چا ورته د ټولو هغو ناخوالو کيسې کړې وې چې په دغه دومره موده کې پرې تېرې شوې وې.
د امير صاحب په ليدو، صابرې ترور ټول زغم له لاسه ورکړ. د ښځو له ډلې يې داسې يوه منډه وکړه چې د لوى پړوني او لوى کميس گردونو يې يوه سيلۍ جوړه کړه. له منډې سره سم يې چغه له خولې ووته:
ـ امير صاحب، امير صاحب يوه شېبه ودرېږه!
ټول خلک حېران شول، امير صاحب پر ځاى ودرېد، لکه د صابرې ترور په غږ کې چې څه جادو پروت وي او امير صاحب يې پر ځاى مېخ کړى وي. د امير صاحپ باډيگارډان وروړاندې شول. څو تنو يې د کلاشينکوفونو لټونه ووهل او صابرې ترور ته ورنږدې شول، خو صابره ترور لا هماغسې په منډه کې وه. بيا يې له خولې چيغه ووتله:
ـ امير صاحب د خداى په خاطر ودرېږه! ډېره ضروري خبره ده!
امير صاحب هسې هم نور له ځايه نه شو خوځېداى، خو د صابرې ترور دويم غږ، د هغه پر قدمونو نور مېخونه هم ورټکوهل، لکه چې دى نور هم پر ځاى مېخ شوى وي. خپلو باډيگارډانو ته يې وويل:
ـ پرېږدئ چې څه وايي!
صابره ترور وروړاندې شوه. په لړزېدليو لاسوو يې له جېبه عريضه راوويستله او امير صاحب ته يې وړاندې کړه. د امير صاحب رنگ نور هم سور شو. ورته يې وويل:
ـ څه غواړې بوډۍ! عريضه پرېږده، اوس يې د لوستو وخت نشته. ضروري خبره دې څه ده؟
د بوډۍ په لاس کې عريضه رېږدېدله او په همداسې لړزېدلي غږ يې ځواب ورکړ:
ـ امير صاحب! دوه بچي مې ستا په لښکرو کې شهديان شوي...
لږه شېبه چوپه شوه او له همدغه لنډکي ځنډ وروسته يې وويل:
ـ په عريضه راته امر وليکه امير صاحب... د خداى په خاطر امير صاحب!
امير صاحب نرۍ خندا وکړه او صابرې ترور ته يې وويل:
ـ بوډۍ! يو نيم مليون شهيدان شوي، موږ به د چا غم کوو!
صابره ترور په ژړا شوه:
ـ امير صاحب د خداى په خاطر يو څه پرې وليکه، د يوه خو يې پوره سېکړه راته پاتې ده...
امير صاحب له بوډۍ نه عريضه وانه خيستله، خو لاسونه يې پورته کړل:
ـ بوډۍ! هسې هم جنت ته تللي دي، خو بيا به هم دعا ورته وکړو!
نورو کسانو هم په داسې حال کې چې پر شونډو يې نرۍ نرۍ خنداوې ښکارېدلې، د امير صاحب پر تقليد لاسونه پورته کړل. له امير صاحب سره يو ځاى او په بيړه ټول روان شول. صابرې ترور بيا ورغږ کړ:
ـ زما بچي دې جنت ته ولېږل او ((يماجان)) دې فرانسې ته؟!
غږ يې له ژړا سره يو ځاى شو:
ـ يماجان ولې جنت ته نه لېږې!
امير صاحب د يماجان نوم واورېد، خو پوه نه شو چې بوډۍ څنگه ياد کړ؟
ورياد شول چې بېگا شپه يې له خپل زوى ((يماجان)) سره، په پاريس کې د خپل گرځنده ټېلفون له لارې خبرې نه دي کړي.
او د امير صاحب پر زړه ((يماجان)) سخت وورېد.
٢٢/٢/١٩٩٨ع. کال
جرمني - د کولن ښار
ورک شوي
يوازې همدغه برخه يې لوستله. په ټوله ورځپاڼه کې يې يوازې همدغې يوې برخې پام ور اړولى و. له هغې ورځې چې د لومړي ځل لپاره يې په ورځپاڼه کې په دغه مطلب سترگې لگېدلې وې چې: ((نومونه بدلېږي!)) نو له دې وروسته به يې دغه ورځپاڼه د همدې لپاره اخيستله. د همدې لپاره به يې لوستله. دغې خبرتيا لومړى په ورځپاڼه کې ډېره لږه برخه نيوله، خو ورو ورو به زياتېدله، بيا يې پوره يو مخ ونيو، بيا دوه مخونه او له دې وروسته به تل په بشپړو دوو مخونو کې نومونه بدلېدل. ورځپاڼه چې به څنگه د ده سترگو ته ورسېدله، نو په فکر کې به شو:
ـ چې بيا به څومره بدل شوي وي؟
او په بيړه بيړه به يې نومونه ولوستل او بدل نومونه هم. ډېر نومونه به بدل شوي وو او دى به نور هم پسې غمجن شو. په زړه کې به يې وروگرځېدل:
ـ خلک څنگه بدلېږي؟!
بيا به يې غم نور هم ژور شو:
ـ چې د نومونو تر شا به يې زړونه څومره بدل شوي وي؟
او هغه به له دې وروسته د هر نوم تر شا يو زړه هم ليده. هر نوم به يو يو زړه ورته ښکارېده. هر بدل شوى نوم به يو بدل شوى زړه ورته ښکاره شو او هغه خو به په خپلو سترگو هم دومره بې باوره شو چې کله کله به يې د ((نومونه بدلېږي!)) پر ځاى ((زړونه بدلېږي!)) ولوستل. بيا به يې سترگې ومښلې او کاغذ ته به ځير شو. کله به ((نومونه)) ورښکاره شول او کله ((زړونه)).
د ورځپاڼې بشپړ دوه مخونه هماغسې خپرېدل. نومونه هماغسې بدلېدل او ليکوال به هماغسې په دلچسپۍ، خو عجيبه وه، په ((ژور غم)) دغه خبرتيا لوستله. هر يو نوم چې به بدل شو، لکه د هغه پر زړه چې دې د ټوپک ډز کړى وي. دواړه مخونه به يې لوستل او غم به يې دومره ژور شو چې کله کله به نومونه هم ترې غلط شول. بيا به يې سترگې ومښلې او د نومونو لټون به يې پيل کړ. پخواني نومونه بدلېدل.
ـ غازي خان خپل نوم پر عبدالجبار بدلوي...
ـ گلاب پر عبدالبصير...
ـ اول خان پر ابو عبدالرحمٰن...
ـ باتور پر عبدرالرقيب...
ـ لونگ پر غاورالله...
او دغو نومونو يې غم نور هم پسې ژور کړ:
ـ نور افغان پر سیدعرب
ـ خوشحال پر عبدالناصر...
ـ ميروريس پر عبدالمنير...
ـ احمدشاه پر عبدالصبور
ـ امان الله پر مقصودالحق
او نور يې د لوستلو توان په ځان کې ونه ليد. دا لومړى ځل و چې غم يې دومره ژور شوى و. له سترگو نه زړه ته رسېدلى و او د زړه چينې يې راتازه شوې وې. د ورځپاڼې د لوستلو توان يې په ځان کې ونه ليد. يوې خوا ته يې گوزار کړه. پر خپل بالښت يې سر کېښود او نور هم اندېښنو ژورو ته کړ. يو ځل يې په زړه کې لکه چې څه روښنايي ورپيدا شوې وي. سر يې راپورته کړ. د اوښکو چينې يې وچې شوې وې، په زړه کې وروگرځېدل:
ـ خو شکر دى، د ښځو نومونه په کې نشته.
يو څه موسکا يې په شونډو کې ښکاره شوه:
ـ هغوى خپل نومونه نه بدلوي.
بيا په زړه کې وروگرځېدل:
ـ شکر دى خدايه هغوى لا هماغسې دي.
بيا يې زړه ته تسل ورکړ:
ـ خود به هماغسې وي. ښځې زړه سواندې دي، مهربانه دي...
او بيا يې پاس اسمان ته وکتل:
ـ شکر دى خدايه!
لا يې هماغسې پاس کتل. شونډې يې خوځېدې:
ـ خو هغوى درگرده نومونه بدلوي... ځان نه پېژني... تا هم سم نه پېژني... ته ډېر ستر يې... خو دوى تا هم نه پېژني...
شونډې يې هماغسې خوځېدلې او هماغسې يې پاس اسمان ته کتل. بيا يې ورځپاڼې ته لاس کړ. بيا يې هماغه د منځ مخونه سترگو ته نږدې کړل. لا دوه درې بدل شوي نومونه به يې نه وو لوستلي چې بيا کوم څه په زړه کې وروگرځېدل. ورځپاڼه يې دا ځل له ځانه لرې گوزاره کړه او خپل سر يې پر بالښت کېښود.
***
نن يې بيا ورځپاڼه مخې ته نيولې وه. بيا هم هماغه بشپړ دوه مخونه په بدلو نومونو ډک وو. خو عجيبه وه، ټول ده پېژندل. ټول نومونه خپله ده پرې ايښي وو. ټول د ده د کيسو د اتلانو نومونه وو: نښتر، لونگ، شمشېر، زړگى، بهادر، اکبر خان او همداسې ټول....
له دغه هر يو نوم سره، له خپل دغه هر يو اتل سره يې مينه کړې وه، له هر يوه سره يې خواري کړې وه، له يوه سره يې ژوند کړى و. هر يو پرې گران و. هر يو يې لکه خپل وجود داسې و، خو اوس؟ اوس ټولو خپل نومونه بدل کړي وو. په ورځپاڼه کې يې ليکلي وو، د همدې لپاره يې خبرتيا خپره کړې وه. د ده په زړه کې وروگرځېدل:
ـ دا څنگه کېداى شي؟
د زړه تلوسه يې نوره هم زياته شوه:
ـ دا خو ټول زما خپل وو. دوى خو اوس ځانونه پردي کوي... نه نه، دا نه شي کېدى. د نومونو تر شا خو زړونه وي. زړونه به څنگه بدل کړي؟ دوى ټولو ته خو ما خپل زړه ورکړى دى. هر يوه ته مې د خپل زړه ټوټې ورکړې دي.
خو اوس نومونه بدلېدل. د ده د کيسو د اتلانو نومونه يو په بل پسې بدلېدل. دى له خپل ځايه راپورته شو. مخامخ يې د کتابونو المارۍ وه. يو اړخ يې ټول د ده له خپلو کتابونو ډک و.
ليکوال ټول عمر قلم چلولى و. اوس چې بوډا و، هم يې قلم داسې چلاوه لکه د ځوانۍ په دوران کې، د کتابونو المارۍ ته ځير شو. د خپلو داستانونو د اتلانو څېرې يې هم تر سترگو شوې. ټول د ده د داستانونو او کتابونو له پاڼو راوتلي وو، خپل نومونه يې بدل کړي وو. عجب عجب نومونه يې پر ځان ايښي وو، يا پرې ايښودل شوي وو. د هر ځاى او هر ملک نوم په کې و. د بېلا بېلو خلکو او ژبو. په زړه کې يې وروگرځېدل: دوى خو زما نه دي، پردي دي.
په زړه کې يې د غضب لمبې بلې شوې. له خپلو کتابونو يې کرکه وشوه. له ځايه پورته شو. خپل ټول کتابونه يې په يوه منډه له المارۍ راگوزار کړل، هغه ته داسې ښکاره شول لکه چې پر کتابونو د ليکوال خپل نوم هم بدل شوى و. د ده حېرانتيا ډېره زياته شوه. ځان ته يې په حيرت وکتل. لکه چې رښتيا بدل شوي وي. لکه له ځانه چې ورک شوى وي. پر ځان هم شکمن شو. خپل ټول کتابونه يې د کوټې په منځ کې امبار کړل او تيلى يې ورته کړ. په لږه شېبه کې ټوله کوټه د اور لمبو ونيوله.
د هغه د کيسو اتلانو چغې کړې، ټول د اور په لمبو کې گير شوي وو. ټولو چغې وهلې، خو هغه سخت غمجن شو. د کيسو ښځينه اتلانې هم د اور په لمبو کې وې. هغوى هم فرياد کاوه. د هغو کړيکو دى سخت ځوراوه، اخر هغوى څه گناه کړې وه؟ په زړه کې ورتېر شول: د وچو له زوره... ، خو دا خبره يې په زړه کې نيمگړې پرېښوده.
شونډې يې وخوځېدې: نه، نه، هغوى د اور د لمبو نه دي... هغوى پاکې او سپېڅلې دي.
او د اور لمبو ته يې ورمنډه کړه، غوښتل يې چې د خپلو کيسو ټولې سپېڅلې اتلانې د اور له لمبو وژغوري، خو نه و توانېد. د اور لمبې له ده نه راتاوې شوې او دى يې په خپلو منگولو کې ونيو. ليکوال چغې کړې او چغې يې د خپلو کيسو د اتلانو له چغو او فريادونو سره يو ځاى شوې. دى هم سوځېده او د کيسو اتلان هم. د ټولو کړيکې اسمانونو ته رسېدې.
***
او دغو فريادونو ليکوال له خوبه راويښ کړ. ټول خولې خولې و. د خپلو کتابونو المارۍ ته يې وکتل. خپل کتابونه يې بدې راغلل. ورځپاڼه يې هماغسې سرته پرته وه. له ځانه يې لرې ګوزار کړه او خپل سر يې په خپله بړستن کې پټ کړ.
٢٩/١٢/١٣٦٩ل.
ويـاړ
دا ځل يې نښه سمه وويشتله. په مخکينيو دوو راکټونو د شاوخوا ساده خاورين قبرونه لوخړه شول. خو دا ځل هغه ښکلې گنبده ولگېده. دا گنبده د ښار د نوميالي هنرمند پر قبر جوړه شوې وه. دغه قبر داسې ښکلى جوړ شوى و، لکه د هنرمند هنر، لکه د هنرمند غږ. د گنبدې لوړوالى دومره و، لکه د سندربول د سندرو انگازې او اوازې. قبر دومره ظريف او ښايسته و، لکه د هغه د سندريزو تارونو ترنم. لکه د هغه د سازونو پردې، لکه د هغه له گوتو او د هغه له ستوني راپورته شوې ښکلاوې. په يوه شېبه کې دغه ښکلى جوړ شوى قبر خاورې ايرې شو. دومره راکټونه پرې ولگېدل چې پخوا دلته د يو جوړ شوي باعظمته قبر تصور هم نشو کېدى. راکټونه بيا پيل شول. پر يوه بل، له مرمرو نه جوړ شوى ښکلى قبر ولگېد او په بل به له خاورينو قبرونو نه دوړې جگې شوې.
يو راکټ راغى او يو داسې قبر يې ونړاوه چې که د دې ښار له استوگنو څوک ژوندى پاتې واى او د دې قبر د نړېدلو ننداره يې په خپلو گناهگارو سترگو کړې واى، نو له تعجب نه به په سترگو ړوند واى، زړه به يې درېدلى واى. دا د يو اتل قبر و. د وطن د تاريخ د يو اتل قبر و. يو سالار و، يو سردار و، يو مشر و، يو خدمتگار و، د هغه قبر ته چې به دې وکتل، لکه د وطن تاريخ ته چې گورې. د هغه د قبر پر سر ليکل شوى ډبرليک، په ډېر لنډيز کښل شوى و، خو لکه چا چې د هېواد ټول تاريخ په څو کرښو کې ليکلى وي، د قبر هره مرمرينه ټوټه، لکه د تاريخ يوه يوه پاڼه داسې وه. د تاريخ د اتل دغه قبر هم له بېخه داسې ونړېد چې هېڅ نښه نښانه يې پاتې نه شوه او يوه ښه شېبه د اور لمبې پرې بلې وې. لکه د تاريخ د دغه اتل هډونه چې له خپل تاريخ سره د مينې په گناه، د غليمانو پر ځاى خپل بچي او لمسي د اور په لمبو کې سيځي.
گولۍ همداسې راروانې وې. له يوې شېبې نه بلې ته د گوليو د ورېدلو شدت زياتېده. قبرونه نړېدل، لوړې گنبدې رالوېدلې، خاورين هډونه همداسې سوځېدل.
دغه اوسني راکټ خو ډېره خرابي وکړه. اخر دغه قبر خو د ورانېدلو نه و، د نړېدلو نه و، د سوځېدلو نه و، ايا پخوا به د يو داسې باعظمته، هېبتناکه قبر د نړېدلو تصور هم د دې ښار کوم استوگن کړى واى. ښه دى چې اوس هغوى نه شته، ښه دى چې دغه حال په خپلو سترگو نه ويني، دا يوازې يو قبر نه و، يو زيارت هم و، د دې ټولې هديرې د عظمت يوه نښه وه. اخر دا يې ولې وويشت؟ د مين بابا دغه زيارت ولې ولگېد؟ دلته خو به په هره يکشنبه او پنجشنبه داسې گڼه گوڼه وه. لکه چې خلک قبرونو ته نه راځي، ودونو ته راځي، لکه غمونو ته چې نه راځي، ښاديو ته راځي. دلته به د زلميو زلمي ارمانونه ترسره کېدل او دلته چې به د ښار پېغلو د مين بابا د زيارت د جنډو په رومالونو د خپلو پټو مينو څو غوټې جوړې کړې، نو د زيارت له دروازې چې به وتلې، داسې به خوشحاله ښکارېدې لکه د پټو مينو د گلونو هغه ټولې غوټې چې خلاصې شوې وي او لکه چې هغه ټول پټ ارمانونه يې ترسره شوي وي. خلکو به ويل: دلته چې هر څوک د څه ارمان د ترسره کولو په امېد دعا ته راغلي دي، تش لاس نه دي وتلي، له همدې امله دغه زيارت، د ښار تر ټولو مشهور زيارت و. دا دى همدا اوس ولگېد. همدغه اوس د اور لمبې ترې راچاپېره دي. د مين بابا زيارت ته هم چا ونه کتل.
راکټونه بيا رازيات شول. مړي په نښه شوي وو. ټوله هديره په نښه شوې وه. ((حال)) پاى ته رسېدلى و، ((ماضي)) په نښه شوى و.
خو اى کاشکې، دغه بل راکټ خو چې نه واى لگېدلاى، دې راکټ خو د ښار د ماضي هغه راپاتې ښايست هم له موږ واخيست. اخر ده خو ټو عمر د ښار له غم سره ژړلي وو. د ښار له ښادۍ سره يې خپله کټ مټ خندا يو ځاى کړې وه. د هغه قبر هم خلکو ته له همدې امله گران و، د قدر وړ و، ښکلى و، با وقاره و. دا د ښار د شاعر قبر و. د ښار سندريز ښايست و. سندريز يادگار و، سندريز ارمان و. د هغه شعر لکه د ټول ښار مينه، لکه د ټول ښار د عمرونو عاطفه، لکه د ښار د ژوند ولولې، د هغه قبر هم، همداسې شاعرانه جوړ شوى و، لکه کوم رومانتيک افسانوي استوگنځى چې وي، قبر نه و، د شعر يو دمه ځاى و، د شاعرانو يو تم ځاى و.
دلته به هر کال د شاعر په ياد مشاعرې کېدلې او لکه چې شاعر مړ نه وي، لکه په همدغو مشاعرو کې چې ناست وي، لکه چې شعرونه وايي، لکه چې شعرونه اوري. د هغه قبر هم بې ولولو نه و. هغه اوس هم د خپلو شعرونو په کرښو کې اوسېده، خو څه موده وړاندې د هغه ټول شعرونه او کتابونه د راکټونو او اورونو د لمبو خوراک شول، او دا دى اوس؟ اوس خو نو دغه غزليز يادگار هم وسوځېد. د شعرونو دغه ماڼۍ هم ړنگه شوه.
لږه شېبه جگړه ودرېده. ډزې بندې شوې. لږه شېبه خاموشي شوه. دواړو خواوو وغوښتل چې ځانونه په نورو وسلو سنبال کړي. اوس نو ټوله جگړه پر هديره روانه وه. د جنگ دواړو اړخونو غوښتل چې پر هديره د راورېدونکو گوليو او راکټونو په شمېر کې، له هغه بل اړخ نه زيات برى ترلاسه کړي.
دا ځل چې څنگه جگړه پيل شوه، له پخوا ډېره زوروره وه. د راکټونو يو پرله پسې باران و. اوس نو دا هم نه ښکارېدل چې کوم قبر لگي. چې کومه گنبده نړېږي. چې کوم عظمت له خاورو سره برابرېږي؟ اوس نو د راکټونو داسې درزهار و او د اورونو داسې لمبې او لوخړې جوړې وې چې قبرونه نه په کې ښکارېدل، چې گنبدې نه په کې معلومېدلې، ټوله هديره لگېدله، ټول مړي يو ځل بيا ووژل شول، همدلته د هديرې ټولو استوگنو ته د کړيو او ناکړيو گناهونو سزا ورکړل شوه، ټول هډونه د اور په لمبو کې وسوځېدل او اوس هم همداسې پرله پسې سوځېدل.
رښتيا چې دا جگړه ولې پر هديره ده؟ په ښار کې د ژوند بله هېڅ نښه نه ده پاتې. د جنگ دواړو اړخونو سوگند کړى و چې د ښار هېڅ ژوندى شى به نه پرېږدو، حتٰى ونې او بوټي، او اخر دوى کله خپل عهد او سوگند هيروي؟ څنگه به يې نه ترسره کوي؟
اوس چې د ژوند بله هېڅ نښه نښانه نه ده پاتې، جنگ د هديرې پر سر روان دى. دوى فکر کوي چې هديره گوندې يوازې د مړو ځاى نه دى. دلته هم د ژوند څه نښې نښانې شته. دوى وايي هديره ماضي ده. ماضي تاريخ دى او تاريخ هر څنگه چې وي، لکه ژوند داسې دى، لکه د ژوند کيسه داسې ده، د ژوند وږمې په کې وي، د ژوند نښانې په کې وي. يو ډول تېر شوى ژوند دى او د ژوند هغه بوى لا په کې شته دى. که هديره له مرگ وروسته د استوگنې ځاى وي، نو بيا د ژوند دويم نوم، د ژوند دويم اړخ، خو ځکه مرگ دى، او ځکه نو اوس خبره هديرې ته رارسېدلې ده. د جنگ دواړه اړخونه هوښيار خلک دي. په دې خبرو پوهېږي او له همدې امله يې د خپلو پلرونو، ميندو او نيکونو پر هديره د گوليو داسې باران جوړ کړى دى.
دا دى راکټونه نور هم زيات شول، ډزې نورې هم درنې شوې. اوس نو هديره چا په سترگو هم نه شوه ليداى، يوازې د راکټونو هېبتناک غږ و، لمبې وې، لوخړې وې او د هديرې يو مجموعي غمگين او وير لړلى اواز و، چا نه اورېده، د اورېدو لپاره غوږونه نه وو پاتې، چا نه ليده، د ليدو لپاره سترگې نه وې.
زموږ د مکتب په کتابونو کې يې ليکلي وو:
((زموږ مېړنى ولس، د خپلو مېړنيو پلرونو او نيکونو قربانيو ته تل د درنښت په سترگه گوري او د هغوى اتلولي د خپلو لارو سرمشق گرځوي.
دا زموږ لپاره ستر وياړ دى... ))
زما ليوني ټولگيوال اولشاه چې به کله دغه جمله لوستله، نو کتاب به يې يوې خواته گوزار کړ او کټ کټ په خندا به شو.
زه د هغې خندا په راز ايله اوس پوه شوم.
١٦/٧/١٣٧٣ل.
ډول، د کلي سندربول
| اخترگل د ډول غږ نور هم لوړ او گرم کړ. د ځوانانو څڼې او لاسونه د ډول دغه هر غږ ته داسې تاوېدل، راتاوېدل، لکه چې کوم سندريز توپان جوړ شوى وي او د دغه توپان هره څپه، ځوانان لکه ځوانې لښتې او څانگې يوې او بلې خواته اړوي رااړوي. د اخترگل د ډول په غږ کې، لکه څه جادو چې پروت وي. د هغه د ډول غږ، د کلي د نېکمرغۍ نښه وه. ډول د خندا څپه وه. ډول د ښادۍ بهير و، ډول واده و. ډول د ځوانانو بنډار و. ډول مينه وه. له ډوله پرته، کلى مړ - پړ ښکارېده. له ډول پرته دا کلى هديره وه، او د ډول په غږ کې بيا کلى و، مست او ځوان کلى. بې ډوله، کلى خوار او غمجن ښکارېده او د ډول له غږ سره بې پروا او ځواکمن. د ډول له غږه پرته، د کلي ژوند هم په مرگ حساب و او له ډول سره بيا کلى ژوندى و. د کلي په کوڅو کې چې به د ډول غږ خپور شو، نو لکه د کلي په کوڅو کې، د کلي په رگونو کې چې وينه چلېدلې وي. د کلي په فضا کې چې به د ډول هنگامې خپرې شوې، نو لکه د کلي فضاگانې چې گلورينې شوې وي. کلى به مست شو. د کلي کوڅې به مستې شوې. د کلي ويالې به مستې شوې. د کلي غرونه به مست شول، د کلي ماشومان او ځوانان به مست شول او د کلي د پېغلو په رنگونو کې به هم وينه وچلېدله.
تر هغه چې به د ډول غږ اورېده شو، د کلي پېغلې به هم ژوندۍ وې، مستې به وې، او چې د ډول غږ به ودرېد، نو لکه له ټولو چې ساوې وتلې وي. د ډول غږ، د کلي بوډاگان هم مستولاى شول. هغوى ته يې تېرې مستۍ وريادولاى شوې او لکه چې د ډول د غږ هره څپه چې ورته د خاطرې يوه يوه پاڼه وراړوي او ورته ژوندۍ کوي يې، ورته يې مستوي. ډول د کلي سندريز تاريخ و. ډول د کلي سندربول کتاب و. ډول د کلي سندره وه. ډول د کلي د هنگامو ښکلا وه. ډول د لونگو بوى و، د لونگو ځونډى و. ډول د کلي سندريزه افسانه وه. ټول د مينې خوږه شپه وه. ډول د کلي د پټو مينو ورکه کيسه وه. ډول د ببريو گلان وو. ډول د کلي د نښترو ونه وه. ډول اختر و.
اخترگل ماما او ډول يې، يو له بله نه سره جلا کېدل. اخترگل ماما او ډول، لکه ورونه داسې وو، او يا ښايي لکه پلار او زوى داسې وو او يا خو له دې هم يو څه وراخوا ته، لکه يو مين او يوه ميينه. دوى دواړه داسې يو له بل سره يو ځاى وو، داسې يو په بل کې سره ورک وو، چې ان د کلي خلک هم نه پوهېدل چې اخترگل ورته د ډول له خاطره گران دى او که ډول د اخترگل له کبله؟
اخترگل ماما د کلي د مستۍ او ښادۍ نښه وه، د هغه د ډول غږ چې به واورېدى شو، نو د کلي هر څه به بدل شول، لکه چې د کلي غرونه هم دغه غږونه اوري او ورته خوځېږي. د غرونو پر سر د نښترو د ونو نڅا به د ډول د همدغه غږ له خاطره وه. د کلي د ويالو سندريز غږ؟ د اخترگل ماما د سندريزو لاسونو د خوځېدنگ برکت و.
اخترگل ماما ته به د ډول په دغو هنگامو کې لښتۍ ترور هم ورياد شوه، د اخترگل ماما کډه لښتۍ ترور لا اتلس کاله پخوا مړه وه، خو په دغو اتلسو کلونو کې چې به کله هم د کلي فضا د ډول د غږ هنگامو ونيوله، هغه ته به خپله لښتۍ ورياده شوله. هغه چې ژوندۍ وه، نو د کلي ښادۍ، د کلي ودونه، نور هم گرم او ښکلي وو. د هغې د داريال او چمبې غږ به د کلي ښځينه مجلسونه دومره ښکلي او مست کړل چې تا به ویل هغه دی، په افسانو کې ښاپېرۍ ګډېږي، خو اتلس کاله کېدل چې لښتۍ ترور نوره له کلي تللې وه. د کلي له ښاديو ورکه شوې وه، خو د اخترگل ماما د ډول غږ به د هغې يادونه هم ورسره ژوندي کړل او د هغې يادونه به يې بيا د کلي په کوڅو او کورونو کې په منډه کړل. د اخترگل ماما وچو او تورو لاسونو به د ډول هنگامې شېبه په شېبه داسې خپرولې او خوږولې چې تا به ويل، لاسونه نه دي، جادوگرې لښتې دي. هغه اوس د ښه ډېر عمر و، خو لاسونه يې د ډول په وهلو نه ستړي کېدل. ټوله شپه چې به يې هم، ډول وواهه، د ستړيا څه نښې نښانې به نه په کې ښکارېدلې، هماغسې به ولاړ و او هماغسې به يې د ډول هنگامې خپرولې.
د اخترگل ماما د ډول د مزيو او پړيو يوې او بلې خواته، د لونگو ښکلي ځونډي راځوړند وو، د لونگو دغو ځونډيو به شا او خواته ټوله فضا د لونگو له عطرونو ډکه کړې وه او د لونگو دغه ټول ځونډي د لښتۍ ترور د لاس نښې - نښانې وې، هغه ته به د ډول له هر غږ سره د لونگو يوه يوه خوږه څپه وررسېدله او د لونگو په دغه بوى کې به يې د لښتۍ بوى لټاوه. د لونگو دغه بوى هغه ته د لښتۍ بوى وررساوه او د ده به پوره تسل پرې کېده.
نن پوره ډېره موده وروسته دې کلي ته ښادي راغلې وه. ټول کلى د ډول غږ ته غوږ غوږ و. د کلي غرونو هم د اخترگل ماما د ډول غږ ته غوږ ايښى و. د کلي د ونو پاڼې رپېدلې هم نه، لکه چې خپلې ټولې نڅاوې يې د ډول غږ ته ساتلې وې. د کلي ځوانانو او بوډاگانو هم، هر هر چا ځان له کاره ژر ژر وزګاراوه چې د ډول لومړني غږ ته ځانونه ورورسوي. د کلي ماشومان لا مخکې له مخکې د ښادۍ د کلا شا او خواته راټول شوي وو او ټول د ډول غږ ته په تمه وو. د کلي پېغلو به هم د کورونو له بامونو په پټه سرونه راجگول او د يو څه انتظار يې لاره.
مازيگر مهال و چې د اخترگل ماما د ډول غږ اوچت شو، لکه په ټول کلي کې چې سا غړېدلې وي، لکه چې ټول کلي ته دې د مينې او خوښۍ بلنه ورکړې وي. کلى وخوځېد. د کلي ماشومان، ځوانان او بوډاگان، پېغلې او زړې، ټول وخوځېدل. لکه چې دغه ښادي له ټول کلي سره شريکه وي. پاس پر غرونو د نښترو ونې په نڅا شوې او لاندې پر ځمکه د زلمو اتڼ د کلي فضا مسته او له ولولو ډکه کړه. د اخترگل ماما د ډول غږ ښکلاوې خپرولې او د ډول د لونگو د ځونډيو بوى هرې خواته خپرېده. د کلي ځوانانو په اتڼونو کې سيالۍ سره کولاې او يوه ډله به يې له بلې زياته مسته او گرمه وه. د اخترگل ماما لاسونو هم نن جادوگرې نخرې کولاې. نن يې د ډول په غږ کې خوند او مستي نوره هم زياته شوې وه او ښايي دا به له دې امله وو چې کلي ډېره موده ښادي نه وه ليدلې او د کلي واړه او زاړه يوې ښادۍ ته، يوې خوښۍ ته، يوې مستې او لېونۍ شېبې ته تږي ناست وو او دغه ښادي پرې څه ډېره موده وروسته خداى همدغه اوس لورولې وه.
شپه پخېدله، شپه مستېدله. اتڼونه همدومره پخېدل. نن لکه چې د ټول کلي د خوښۍ د اتڼونو سيالي وي. هر چا او د ځوانانو هرې ډلې هڅه کوله چې د اتڼيز ښايست د ولولو دغه سيالي وگټي. پېغلې هم د بامونو سرونو ته ختلې وې او د دغو ولولو د مستۍ او تودوخې نندارې يې کولاې.
شپه پخېدله، شپه مستېدله. اتڼونه له نويو ولولو سره يو ځاى کېدل او د اخترگل ماما د ډول غږ نور هم مستېده. لکه چې ډول له خپلې سينې، له خپله گوگله، خپله ټوله مستي راباسي. لکه چې اخترگل ماما د خپلو لاسونو ټول سندريز جادو ختموي او لکه چې همدغه اوس ځوانان د خپلو لاسونو او څڼو د ولولو ټول توپانونه راپاڅوي.
کلى مستېده، کلى په ښادۍ کې ورکېده. کلى د ډول د غږ هنگامو د خپل ښايست په غېږ کې لاهو کاوه او د خوښيو د افسانو خواته يې له ځانه سره وړلو. کلى نن په افسانو کې ډوب و، کلى نن خپله افسانه و.
اتڼونه نور هم مستېدل. شپه نوره هم پخېده. ځوانان د اتڼ په ولولو کې نور هم پسې ډوبېدل او د اخترگل ماما د ډول غږ، خپلې جادوگرې هنگامې نورې هم مستولې چې يو ناڅاپه څه گڼه گوڼه شوه، چغې شوې. ډزې شوې. د ډول غږ ودرېد. د ځوانانو ولولې يو ناڅاپه مړې شوې. د کلي مستۍ په همدغه يوه شېبه کې ورکې شوې. له ډزو سره سم دوړې شوې او پر اسونو سپره ډله د ښادۍ کلا ته راورسېدله. ټول په خاورو او دوړو کې پټ وو. ټولو تورې جامې اغوستې وې. له ټولو سره ټوپکې وې او پرله پسې ډزې يې کولاې. کلي ته يوځل لکه بلاوې، لکه دېوان چې راغلي وي. ماشومانو منډې کړې. زلمو او بوډاگانو چغې کړې. د پېغلو او ښځو غږونو د کلي د بامونو پر سرونو انگازې جوړې کړې. د ښادۍ په کلا کې ټولو يوې او بلې خواته منډې کړې. څوک وتښتېدل او څوک په کلا کې بند پاتې شول. لږه شېبه وروسته ډزې ودرېدې او د دغې سپرې ډلې يو تن د ښادۍ په کلا کې پاتې کسانو ته ورمخه کړه:
ـ ټول غوږ غوږ شئ. زموږ مشر، تاسو ته څو ضروري خبرې کوي!
د خلکو مخې ته يو څه ور وړاندې شو او خپل غږ يې نور هم لوړ کړ:
ـ خو له هر څه مخکې دې هغه د ډول وهونکى رامخې ته شي!
هېچا غږ ونه کړ. اخترگل ماما نه و. هغه تښتېدلى او ډول ترې پاتې شوى و. هرې خواته چوپه چوپتيا شوه. د سپرو د ډلې مشر، يو څه رادمخه شو او په کرکجن او کبرجن غږ يې وويل:
ـ ټول زما دا خبرې واورئ! دلته نور د ډول وهل منع دي. دلته نور څوک اټن نه شي کولاى. دلته نور ډول بندي دى. اتڼونه بند دي. خندا بندۍ ده. ښادي بندۍ ده، خو په ژړا او وير هیڅ بنديز نشته. دلته نور د ماتم او ښادۍ توپير نشته! دا خبرې چېرې هم له ياده مه باسئ، که نه انجام به مو ډېر عبرتناک وي!
او له دې خبرې سره سم وړاندې لاړ. د اخترگل ماما ډول يې راواخيست او بيا يې ټولو ته په لوړ غږ وويل:
ـ نن شپه به دغه ډول په زندان کې تېروي. سبا به د خپلو اعمالو جزا ويني. سبا سهار د کلي هغه لوى ميدان ته راټول شئ!
له دې خبرې سره سم بيا د ټوپکو ډزې شوې. د سپرو اسونو دوړې جوړې کړې او په لږه شېبه کې دغه ډله له سترگو پناه شوه.
سبا ته، گهيځ دوخته، د کلي خلک له کورونو رابهر شول او د کلي لوى ډاگ ته راغونډ کړاى شول. د سپرو هماغه ډله رارسېدلې وه. ډول يې له ځانه سره راوړى و. د ډلې مشر وويل:
ـ دا دى دغه ډول، دغه د فساد نښه، خپله سزا ويني!
دوو تنو، ډول راواخيست. په وچه ولاړه ونه پورې يې راځوړند کړ او يو ناڅاپه ډزې شوې. د ډول د لونگو د ځونډيو بوى د باروتو په بوى کې ورک شو.
او چې خلکو کتل، نو د کلي ډول، د کلي سندربول سورى سورى و.
٢٧/١/١٣٧٢ل. - ١٦/٤/١٩٩٣ع.
ګلونه ګودرونه
ځان يو ډول ((پردى)) ورته ښکارېده. په ټول واده کې، يوازې دى او مېرمن يې افغانان وو. که يې د واده د دې محفل ځينې گډون کوونکي له ډېر وخت راهيسې پېژندل هم، د پرديتوب احساس پرې غلبه کړې وه. دى په دې پوهېده چې دلته د زړونو د پيوند هغه سپېڅلى او شډل احساس نشته.
پنځلس کاله کېدل چې ډاکټر احمدي له هېواده راوتلى و. دلته په يو پرمختللي اروپايي هېواد ((فرانسه)) کې استوگنې، هغه په څرگنده توگه ارام او هوسا ښکاره کاوه، خو داسې ښکارېدل چې يو ډول ذهني بوج يې، له دننه خوړ او دى پخپله په دې رنځونو ډېر ښه پوهېده. ډاکټر احمدي د عصبي او دماغي ناروغيو متخصص و او سره له دې چې هڅه يې کوله، ځان له هر ډول رواني او ذهني تشويشونو او فشارونو څخه لرې وساتي، خو زياتره به دغه کار د هغه له وسه نه و پوره.
ډاکټر احمدي نن شپه هم څه عجيبه فکرونو په مخه کړى و. نن په دې واده کې د څښلو ښه پرېماني وه او دى يې يو څه شوقي هم و. په داسې حالاتو کې به دى زياتره د ماضي له يادونو سره مشغولېده. يو ځل بيا د ماضي يادونو په مخه کړ. د گڼې گوڼې له دغې فضا څخه لکه بېخي چې الوتى وي. والوت، ډېرې پخوا ته، ډېر لرې، خپل کلي ته:
د حيات خان پر زړه بيا ((گلونه)) وورېدله. په زړه کې يې تېر شول: کاشکې نن مازيگر هغه بيا گودر ته راشي او داسې موقع برابره شي چې خپل زړه پرې يخ کړم. پخوا هم يو څو ځله هغه دا کار کړى و. د گودر پر لاره چې به يې له ورايه په اشاره کې، د نورو نجونو له ټولي لږ شاته ((گلونه)) په دې وپوهوله چې زه درته په انتظار يم او که کله به گلونه بيا په دويمه پېره هم د مازيگر او ماښام ترمنځ داسې وخت ځان گودر ته بر ابر کړ چې نورو خلکو به پر دې لاره تگ راتگ نه کاوه، نو د حيات خان زړه به باغ باغ شو. هغې به دغه ځل منگى راډک کړ او چې په هغه وعده ځاى کې به يې له ورايه حيات خان وليد چې د جوارو د پټي پر پوله به يې ځان ورته ورښکاره کړ، نو هغه به ژر له لارې کږه شوه او د جوارو پټي ته به يې ځان وربرابر کړ. خپل منگى به يې د جوارو د پټي په يو څنگ کې له سره کوز کړ. هغوى دواړه به د جوارو په پټي کې پټ پټ وړاندې لاړل او بيا به سره اخته شول. ځانونه به يې په ډېره بيړه وزگار کړل. ډارېدل چې څوک يې ونه ويني او چې وزگار به شول، نو ((گلونه)) به خپل منگى بېرته پر سر کړ او ډېره په احتياط به په پټه پټه د گودر او کلي ترمنځ لارې ته روانه شوه. ښه څار به يې وکړ او چې باوري به شوه چې پر لاره څوک نه دي راروان، نو ځان به يې لارې ته برابر کړ او په گړنديو گامونو به کور ته لاړه. حيات خان به هماغلته د جوارو په پټي کې لا ناست و او چې هغه به هم ښه باوري شو چې اوس به گلونه په کور کې هم ناسته وي، نو د جوارو له هغه پټي به په مزه مزه راووت، ځان به يې په کلي کې د ځوانانو د ماښامي کوم بنډار ته ورساوه. دغه د زړه د خوښې چانس به چېرته په څو مياشتو کې يو ځل ورته برابر شو او بيا به يې ډېره موده زړه پرې باغ باغ و.
((گلونه)) د گل ولي ترکاڼ لور وه او ښکلا که يې د ډېرې زياتې ستاينې وړ نه وه، خو بيا هم په ښکليو کې حسابېدله، تورو سترگو يې نه يوازې حيات خان لېونى کړى و، بلکې د کلي ډېر نور ځوانان به هم د شپې د هغې په ياد په خپلو کټونو کې په يوه او بله ډډه اوښتل - رااوښتل او خوب به يې ترې تښتېدلى و. د کلي په خلکو کې دا خبره ډېره پټه خپره وه چې گلونه د کلي له څو زلمو سره جوړه ده او همدغه خبره وه چې کله به د کلي د ځوانانو په منځ کې د پېغلو خبرې کېدې او چا به د گلونې خبره راياده کړه، نو د ټولو خولې به اوبه اوبه شوې.
نن د حيات خان پر زړه گلونه ډېره ورېدله. لوړ مازيگر د گودر د لارې د شاوخوا پټو پر پولو کله پټ او کله ښکاره گرځېده راگرځېده. کله خو به يې ځان په څۀ کار هم مصروف کړ، لکه چې يا جوار رېبي او يا د جوارو په پټو کې واښه کوي. ډېر وخت وروسته يې گلونه د جونو په يوه ډله کې وليده. يو له بله يې پېژندل هم سخت وو، ټولو به له ځانه لوى تور پړوني راتاو کړي وو. حيات خان به گلونه زياتره د هغې له منگي نه هم پېژندله. هغې ځان د جونو د ډلې شاته کړ. ده ځان ورښکاره کړ او داسې ورښکاره شو، لکه چې هغه هم پوه شوه چې نن د جوارو د پټي د منځ هغه خبره کېدونکې ده. د حيات خان د زړه درزا شروع شوه. هغه چې به هر ځل ((گلونه)) وليده، نو زړه به يې همداسې ټوپونه وهل. تر هغه چې به يې د جوارو د پټي په منځ کې پر هغې زړه نه و يخ کړى، د زړه دغه ټوپوه به يې هم نه درېدل.
حيات خان هماغسې د جوارو د پټيو پر پولو پټ پټ گرځېده، کله کله به يې سر راپورته کړ او د گودر د لارې څارنه به يې وکړه، له ورايه يې يو تور پړونى وليد چې يوازې گودر ته راروان و. هغه ورته لږ نور هم ځير شو، د ((گلونه)) منگى و، زړه يې تسل شو، خو د زړه درزا يې دا ځل د زياتې خوښۍ او تلوسې له کبله وه. ځان يې يو ډول مطمئن احساس کړ، ښه ډېره موده يې زړه ټوپونه وهل، د گودر لاره يې د دې لپاره اوس له ورايه څارله چې هغه به کله ډک منگى له گودره راستنېږي. د ماښام تياره نوره خپرېدله. هغه راستنه شوه. دى يو ځل بيا مطمئن شو او دا وار يې د زړه ټوپونه دومره زيات شول، لکه چې د هغه زړه بوټ راوځي. هغه د لويې لارې هغې برخې ته راورسېدله چې حيات خان لا مخکې ځان د جوارو د پټي له پولې ورښودلى و. حيات خان خپل شاوخوا ته وکتل. له نېکه مرغه بل هېڅوک نه ښکارېدل او دى نور هم مطمئن شو، له ورايه يې بيا ځان وروښود او دا ځل يې د لاس يوه لنډه اشاره هم ورته وکړه، بيا يې ورو شان، لکه له ځانه سره چې غږېږي، ورغږ کړ:
ـ راگرځه، همدلته يم.
خو هغه د دې پټي د پولې برابر له لويې لارې همداسې په بيړه تېره شوه. حيات خان حيران شو، هغې خو هېڅکله داسې نه وو کړي. په غصه شو، ورمنډه يې کړه او هغه يې له لاسه ونيوله. د هغې منگى وخوځېد او اوبه يې پر هغې او حيات خان دواړو ورتويې شوې، خو منگى يې له سره راونه غورځېد. نوره يې هم وخوځوله:
ـ د دوس لورې! چېرته روانه يې؟
هغې مخ ښکاره کړ، له غصې نه تکه سره وه:
ـ ښه دا ته يې... ځوانيمرگ شې حياتيه... ته به د ځان سيل وکې...
حيات خان پر ځاى وچ کلک شو. زړه يې وغورځېد، لکه برېښنا چې نيولى وي:
ـ په خداى ما ويل ((گلونه)) يې. ته مې د خور پر ځاى يې، تا ته نه وم ولاړ.
خو هغه غصه وه:
ـ ته به وگورې... ته به وگورې... ماته دې لاس راواچاو...
او بيا په بيړه روانه شوه. حيات خان د لويې لارې په هماغه برخه کې وچ کلک ولاړ و، لکه چې ساه ترې وتلې وي. د هغې له تگ سره يې يو ځل بيا خپل شا او خوا ته وکتل. ورو شانته يې اواز ورپسې وکړ:
ـ هيچا ونه ليدې، هيچاته به نه وايې. په خداى که تاته ولاړ وم. ((گلونه)) ته ولاړ وم. ما ويل چې... هغه ده...
د احمدخان ښځه چې دا ځل د کور پر دروازه ورننوتله، نولکه په منگي کې چې يې اوبه نه وي راوړي، اور يې پر سر ايښى وي. سر يې دغه اور سوځاوه. حیرانه وه چې دا څه وشول؟ دا ولې وشول؟ منگى يې له سره کوز کړ. احمدخان په کور کې نه و، خواښې يې په کور کې يوازې وه او يو کلن ماشوم يې لا هماغسې ويده و. دا ځل ځکه ناوخته گودر ته تللې وه چې ماشوم يې نه ويده کېده او همداسې پرله پسې يې ژړل، په ډېرو خواريو يې ويده کړ او نورې ډلې له گودره راستنې شوې وې چې دا گودر ته لاړه.
د احمدخان ښځې ته هېڅ شي خوند نه ورکاوه. هر کار يې په غير عادي ډول ترسره کاوه. هېڅ نه پوهېده چې څه وکړي؟ ايا دا خبره پټه وساتي؟ احمدخان ته يې ووايي؟ که يې پټه وساتي، نو اخر احمدخان خو يې مېړه دى، له هغه يې هم پټه وساتي؟ که يې ووايي، څه به کېږي، څنگه به شي؟
احمدخان نن ماښام لږ ناوخته کور ته راغى. هماغسې خوشحاله او خندان و. کله به يې له مور سره ټوکې - ټکالې کوې او کله به يې ښځې ته يوه نيمه د خندا خبره وکړه. ډوډۍ يې وخوړه او چاى يې ښه په مزه وڅښه، خو د ښځې ټنډه يې نن بل ډول ورته ښکارېده.
احمدخان د شپې خپله ښځه خپل کټ ته وروغوښته:
ـ پښې راته لږې زور کړه... نن ډېر ستومانه يم.
هغه چې به دا خبره وکړه، نو ښځه به يې په مطلب پوه شوه چې يوازې د پښو زور کول يې مقصد نه دى. ښځه يې ورجگه شوه. د هغه د پښو په کېمنډلو يې پيل وکړ، خو فکر يې ټول د تنکي ماښامي له هغې پېښې سره و. د خاوند پر پښو يې په نه زړه لاس واهه. احمدخان په مينه ناک غږ ورته وويل:
ـ څنگه دې نن چرت خراپ دى مينو!
د هغې شونډې ورپېدلې.
ـ هسې... هېڅ هم نه...
ماشوم يې وژړل، له کټه جگه شوه، د مېړه د کټ په څنگ کې يې خپل کټ و. کښېناسته، خاوند ته يې شا کړه، لمن يې جگه کړه او ماشوم ته يې تى ورکړ. ماشوم يې تى رودلو او هغه په فکرونو کې ډوبه وه. کله به يو فکر ورغى او کله به يې بله خبره په سر کې وگرځېده:
ـ که زه هم تيږه پرې کېږدم... هيچا هم نه يم ليدلې، بس لکه هېڅ چې نه وي شوي... خو خاوند مې...
ـ او هغه حرموني ولې داسې وکړل!
ـ ميراته دې ((گلونه)) شي...
ـ خو که همداسې پټه خوله پاتې شم...
ـ زه به داسې لويه خبره څنگه له احمدخانه پټوم... ولې به يې...
ماشوم يې په غېږ کې ورته ويده شوى و. د دې تى يې لا په خوله کې و.
احمدخان ورغږ کړ:
ـ نه دى ويده؟
مينو لکه چې نه وي اورېدلي. احمدخان سر ورجگ کړ:
ـ منور لا ويښ دى؟
مينو دا ځل هېڅ هم ونه ويل. چوپه خوله ورپورته شوه. د خاوند د کټ لنگې ته کښېناسته او هماغسې په پټه خوله يې د هغه پښې کېمنډلې. لږه شېبه وروسته احمدخان ورته وويل:
ـ ښه، غږېږه کنه، نن بېخي گونگۍ يې!
هغې داسې ځواب ورکړ، لکه له ده سره چې خبرې نه کوي:
ـ څوک به څه ووايي!
احمدخان پوه نه شو چې دا يې زما د پوښتنې ځواب راکړ، که خپله يې پوښتنه وکړه، خو سر يې ورپسې ونه گرځاوه. له ځايه نيم راجگ شو، خپل لاس يې د هغې له ملانه تاو کړ او له ځان سره يې څملوله. په غېږ کې يې ټينگه کړه، ښکل يې کړه، بيا بيا يې ښکل کړه. هغه يې ځان ته نوره هم ورجوخته کړه، بيا يې ښکل کړه او ورو شانته يې ورته وويل:
ـ مينو، ناسازه خو نه يې؟
مينو لا تر اوسه په هماغه فکر کې وه. دا يې په خيال کې هم نه وو چې گنې له خپل احمدخان سره پرته ده، ايله د هغه پوښتنې راويښه کړه. شونډې يې په سختۍ وخوځېدې:
ـ نه... خو نن...
نور نو هغې، د دې خبرې د پټولو توان په ځان کې ونه ليد. لکه څوک چې وپړسېږي او يو ځل وچوي:
ـ نن عجيبه کار وشو...
احمدخان په لومړي سر کې خبره بابيزه وگڼله:
ـ څه وشول، بيا څه وشول؟
شونډې يې ورپېدې:
ـ نن...
نوره هم تکه سره شوه:
ـ نن چې زه له گودره راتللم...
او ټوله کيسه يې ورته په نښتې نښتې ژبه وکړه. پر احمدخان سور اور بل شو. له ځايه جگ شو. له کوټې ووت. ډېره شېبه نه و. مينو هماغسې چوپه ناسته وه. احمدخان بېرته کوټې ته ورننووت. دنيا ورته سور اور وه. بېرته په خپل کټ کې کښېناست. پرېووت. بيا راجگ شو او بيا څملاست. مينو اوس بېرته خپل کټ ته تللې وه. نور يې نو ترمنځ هېڅ خبره ونه شوه.
ټوله شپه دواړو سترگې پټې نه کړې. احمدخان ټوله شپه گرځېده. هېڅ ځاى خوند نه ورکاوه.
عجب عجب فکرونه يې په سر کې ورگرځېدل. له قهره خوټېده. په سينه کې يې لکه اور چې بل شوى وي.
د مينو له اوږو لکه چې يو لوى بار کوز شوى وي. هغې خپل ځان يو څه ارام احساساوه، خو غمجنه وه. نه پوهېده چې څه به کېږي؟ څنگه به کېږي؟.
سهار دوخته احمدخان خپله توره له ځان سره واخيستله او له کوره ووت. تر مازيگره د کلي په څنگ کې په ځنگل کې و. ټوله ورځ يې د پرونۍ پېښې په باب له ځانه سره سوچونه وهل:
ـ حيات خان ولې داسې وکړل؟
ـ که رښتيا ((گلونه)) ته ناست و؟
ـ که يې همدا زما ښځې ته لاس اچول غوښتل؟
ـ که يې زما شرمول غوښتل؟
ـ زما او د هغه ترمنځ خو يوه بده خبره هم نه ده شوې!
ـ خو چې دا ولې داسې وشول؟ ولې يې داسې وکړل!
احمدخان له قهره تاو راتاو شو. په شونډو کې يې څه له ځان سره وويل.
خل څنگ ته پرتې تورې ته يې وکتل او بيا له هغه ځايه جگ شو. د ماښام په خړه کې کلي ته راروان شو. خپله توره يې تر څادر لاندې پټه کړې وه. يو ځل د کلي هغې برخې ته لاړ چې غالباً به ځوانان په کې تر ماښامه راغونډ وو، مستۍ، لوبې او ټوکې ټکالې به وې. د ځوانانو هغه بنډار ته نزدې شو. حيات خان يې له ورايه وليد چې په هماغه ډله کې ناست دى. مطمئن شو او بيا له هغه ځايه يوه څنگ ته شو. د ځوانانو هغه بنډار يې له ورايه څاره او چې کله پوه شو چې نور نو هغه ډله مخ په خورېدو ده، ده هم تگ ته ځان برابر کړ. پر هغه لاره روان شو چې حيات خان هم کور ته پرې روان و. پر حيات خان پسې لږ لرې شانته روان و. څادر يې هماغسې کلک اغوستى و. د حيات خان د کلا پر گوټ چې ورتاو شو، نو له ورايه يې ورغږ کړ:
ـ ودرېږه حياتيه!
حيات خان پر ځاى کلک ودرېد. مخ يې ورواړاو. تر شا يې احمدخان ورپسې روان و. هک حېران شو. احمدخان خپلې پښې نورې هم تېزې کړې. حيات خان هماغسې پر ځمکه ښخ شوى و. احمدخان بيا ورغږ کړ:
ـ بې غيرته، بې ناموسه...
او حيات خان هېڅ ځواب ورنه کړ. لا نه پوهېده چې احمدخان به څه کوي. احمدخان خپل شا او خوا ته يو ځغلند نظر وکړ. څوک نه ښکارېدل. حيات خان چې د هغه د قهر لمبې وليدې، همدومره يې وويل:
ـ ما هېڅ نه دي کړي... هېڅ مې...
او احمدخان ورمنډه کړه، تر هغه چې حيات خان پر ځان خبرېده، له څادره يې، ځلېدونکې توره رابهر کړې وه او چې څنگه يې جگه کړه، نو د حيات خان ښى لاس بيا نه و. حيات خان يوه چغه کړه او له چغې سره سم يې منډه کړه. احمدخان هم ورمنډه کړه. هغه يې راونيو او د تورې څو پرله پسې گوزارونه يې پرې وکړل. تر هغه چې خلک راټولېدل په حيات خان کې ساه نه وه او احمدخان بيا له دې ځايه پښې سپکې کړې وې. توره يې دا ځل تر څادر لاندې پټه نه کړه، وينې ترې څڅېدې او سيده خپل کور ته روان شو. د کور پر دروازه چې ورننووت، نو مور او ښځه يې حېرانې شولې. دواړو کړيکې کړې. ماشوم زوى يې هم چغې کړې. احمدخان خپلې ښځې ته ورغږ کړ:
ـ رادې خوا شه!
له موره يې لکه چې ساه الوتې وي. خپل لمسى يې په غېږ کې و او حېران حېران يې کتل. هغه له هېڅ شي نه وه خبره. مينو هم هم له ځايه پورته نه شوه. احمدخان ورمنډه کړه. د تورې له گوزار سره سم، هغه له ځايه جگه شوه، خو د تورې گوزار يې چوپ ولى ورزخمي کړ. لکه زخمي هوسۍ، د بوسو کوټې ته ننوته او دروازه يې په ځان پسې له هغې خوا بنده کړه.
احمدخان غورېده:
ـ بېرته کړه دروازه، ژوندۍ دې نه پرېږدم.
او د مينو چغې به يې د مور او ماشوم زوى په کړيکو کې واورېدى شوې:
ـ ما څه کړي دي؟ زه خو هېڅ ملامته نه يم...
او احمدخان دروازه څو لغتې ووهله:
ـ ور بېرته کړه. پرېدم دې هسې هم نه... نور ستا لپاره ژوند نشته...
د مينو د کړيکو په انگازو کې احمدخان دروازه ورماته کړه او چې څنگه يې د تورې گوزارونه پرې پيل کړل، نو مينو يوازې يو غږ کاوه:
ـ خو منور... منور... هغه به څه کوي... منور... د خداى په خاطر... د منور...
او په همدغه نوم د هغې د غږ هنگامې ودرېدې.
ډاکټر احمدي ته لکه همدغه اوس چې دغه هنگامې رارسېدلې وي. يو ځل سره وخوځېد او په څنگ کې ناست کسان ورته حېران شول. ښځې يې د هغه پر اوږه لاس کېښود:
ـ خير خو دى؟ دومره خو دې لا نه دي څښلي، څه درباندې وشول؟
د هغه حالت بېخي بدل شوى و. سترگې يې تکې سرې وې. هغه د واده په محفل کې لکه چې نه وي ناست.
تېرو يادونو په مخه کړى و. ښځې يې بيا ورته وويل:
ـ تا ته وايم څه درباندې وشول؟
ډاکټر احمدي په لنډ ډول ورته وويل:
ـ هسې... هېڅ هم نه...
نن د ((کاترين)) واده و. کاترين د ډاکټر احمدي همکاره وه او په يوه طبي مؤسسه کې يې کار سره کاوه.
دا د کاترين درېم واده و. سره له دې چې اوس ځوانه نه وه، خو ښکلا او همېشنۍ موسکا يې له خپل عمر څخه زياته ځوانه څرگندوله. دا ځل يې له يو شتمن سره واده کړى و.
ټول يوې خواته متوجه شول. د واده د محفل په منځ کې يو څوک جام په لاس درېدلى و چې د دې واده له امله کاترين او د هغې نوي مېړه ته مبارکي ووايي. دا د کاترين لومړنى مېړه و. دى د کاترين د درېم مېړه دوست هم و او دواړو په گډه دې واده ته رابللی و، د هغه اواز ډډ او رسا و:
ـ الن نېکمرغه دى چې کاترين غوندې ښځه يې په برخه شوه، کاترين هم بختوره ده چې د الن په څېر له يو چا سره گډ ژوند پيلوي. کاترين دومره نېکخويه او بختوره ښځه ده چې...
ډاکټر احمدي د هغه نورې خبرې وانه ورېدې. هغه ته داسې ښکاره شول، لکه څوک چې خبرې نه کوي، ټول هماغه د کلونو پخوانۍ هنگامې اوري. د احمدخان گوزارونه او د مينو هماغه کړيکې:
ـ خو منور... هغه به څه کوي... د خداى په خاطر... د منور...
سر يې وخوځاوه. هغه کړيکې نورې هم زياتې شوې:
ـ د خداى په خاطر... د منور... منور...
او ډاکټر منور احمدي له ځايه جگ شو او په بيړه له هوټله ووت.
٢١/١/١٩٩٦ع.
جرمني - هالټلنډ
هډوکي
ډېر غوره کاروبار يې پيدا کړى و. له بل هر کاره يې په دې کار کې گټه ډېره وه. ده په دولسو - ديارلسو کلونو کې ډېر کارونه ازمويلي وو، خو يوه هم په گېډه نه و موړ کړى. د بچو خولې به يې تل وازې وې، يو څه به يې غوښتل او ده به په ډېره خوارۍ هم، هغه گېډې نه شوې مړولاى، هغه خولې به يې نه شوې بندولاى.
يو وخت داسې راغلى و چې د کلي ځوانان يې په زور عسکرۍ ته نيول. يوه ورځ کلي ته له ښاره د تلاشۍ لپاره يو بشپړ لښکر راغلى و. لکه له کلي سره چې د ښار جگړه وي، لکه له ولسونو سره چې د حکومتونو جگړه وي، لکه له خپلو سره چې د پرديو جنگ وي. داسې ټکه به په دوه درې مياشتو کې يو ځل خامخا پر کلي غورځېده. له کلي به ځوانانو په داسې وخت کې مخکې له مخکې ځانونه وېستل، خو د چا چې به بدمرغي راغلې وه، د تلاشۍ د لښکر په دامونو کې به ونښتل. دغه ورځ د اميرخان د بدمرغۍ ورځ هم وه. هغه په دغه دام کې ونښت او له کلي ورک شو. هېڅوک پوه نه شول چې هغه يې کوم لوري ته ولېږه. ټول کلى د هغه په دغه ماتم کې سره شريک و. اميرخان څو ورځې کم يو کال، له کلي ورک و. يوه ورځ ناڅاپه هغه راپيدا شو. د هغه په راپيدا کېدلو، لکه پر ټول کلي چې اختر راغلى وي، خوښۍ او خوشحالۍ وې. يوازې مور يې د هغه پر راتگ، په زړه کې خوشحاله وه، خو د هغې دغه خوښي د خندا پر ځاى په ژړا کې ځان څرگنداوه. په دغه ژړا کې، خوښي او ماتم دواړه نغښتي وو. د صبروجانې ترور دغه حالت د اميرخان د راتگ پر لومړۍ ورځ پاى ته ونه رسېد. په راوروسته وختونو کې يې هم دوام وکړ. اوس نو خلکو ته د هغې دغه حالت يو څه حېرانوونکى ښکارېده. يوه ورځ ورته يوې ښځې په غصه کې وويل:
ـ اوس چې دې اميرخان زوى راغلى، دا ژړا دې درميراته که!
خو هغې به هماغسې يا له يوې لنډې موسکا وروسته ژړا ورسره نښلوله او يا به له ژړا وروسته موسکۍ شوه. دې ښځې ته هم خندنۍ شوه او هم ژړغونې:
ـ ښه دى چې ورک زوى مې راپيدا شو، خو...
او دلته به يې د ژړا نرۍ څپه ورسره ونښلوله:
ـ خو پلار يې د زوى د ليدو ارمان ګور ته ولېږه
د اميرخان پلار، د زوى عسکرۍ ته له نيولو او ورکېدلو شپږ نيمې مياشتې وروسته مړ شوى و. هغه هسې هم ناروغ و، خو د زوى عسکرۍ ته نيول او ورکېدل يې د مرگ يوه پلمه شوه. د هغه خپلو خپلوانو په ښار او شاوخوا ښارونو کې ډېر ولټاوه، خو اميرخان يې ډېر لرې د جگړو سنگرونو ته لېږلى و. دا کيسې خو وروسته اميرخان خلکو ته کړې وې. دى يې مجبور کړى و چې له مجاهدينو سره وجنگېږي، خو ده به قسمونه کول:
ـ په خداى کې مې يوه گولۍ هم په ځاى ويشتلې وي... ټولې مې خطا ډزې کړې دي...
او هغه بيا په دې توانېدلى و چې د جنگ له يوې سرحدي جبهې راوتښتي، دا چې څومره سختۍ يې زغملې وې، خيرالدين به ډېر په خوند خوند د کلي زړو او ځوانانو ته دغه کيسې کولاې او چې د خپلو ستونزو او بدمرغيو د زغملو د کيسو پاى ته به راورسېد، و به يې ويل:
ـ بس په کاپرو دې هم داسې سختۍ رانه شي!
او ناستو کسانو به ورته يو ځل بيا د غمشريکۍ سرونه وخوځول. د خپلو همزولو په ډله کې به يې بيا په کيسو کې لږ مالگه او مرچکى هم گډول. د زړورتوبونو کيسې به يې کولاې چې څنگه له جبهې راوتښتېد، له څومره لوړه ځايه يې ځان راگوزار کړ. يو ځل يې په کيسو کې د خپلې زړورتيا دا خبرې هم کولاې چې:
ـ په خداى يو سور وروسى مې په خپل ټوپک وويشت، بس چا ونه ليدم او نورو پېکر وکه چې د دښمن گولۍ پرې لگېدلې ده.
همزولو به يې په خپلو کې سره وکتل او يوه به په کې وويل:
ـ کاپير توغندي ولي!
او بل به په خندا ورغبرگه کړله:
ـ اوراگان دي... اوراگان ولي...
يو نيم به لا وويل:
ـ په خداى که به بې زاريو او ننواتو راغلى وي، خداى زده چې پلار و مور يې دواړه ورته مړه ښودلي که په څه پلمو به يې ځان راپټ کړى وي!
کلي ته له راتگ سره سم يې پر سبا د پلار قبر ته لاړ، دعا يې وکړه او بيا نو ده ته هم د کلي خلک د پلار دعا ته راغلل.
څو ورځې وروسته بيا اوازه شوه چې کلي ته تلاشي راروانه ده. اميرخان دا ځل د تلاشۍ له خاطره مخکې له مخکې د ځان چاره وکړه. بس په يوه منډه يې له دې ځايه پښې سپکې کړې او غرونو ته شو. د همدې کلي د مجاهدينو له ډلې سره يو ځاى شو. لومړى يې داسې خيال و چې يو څه وخت به له هغوى سره تېروي، خو يو څو ورځې چې پاتې شو، هغه ژوند خوند ورکړ او د سنگرونو او جنگونو دغه نوى ژوند ورته له هر څه غوره وبرېښېد. څه موده وروسته يې د کلي د ډېرو کورنيو په څېر، خپله بوډۍ مور هم له لاسه ونيوله او کډه يې له پولې واوښته. يوولس کاله يې جهاد وکړ. يوولس کاله يې ټوپکې وچلولې او وينې يې تويې کړې، څو ځله يې خپلې وينې هم تويې شوې، خو د ژوند له پولې به ور وانه وښت. په دغو يوولسو کالو کې يې د ژوند ډېرې خوږې - ترخې وزغملې. بې کورۍ، د مورچلو او جگړو ستونزې او هر هر څه... ، خو په همدغو حالاتو کې يې واده هم وکړ او د څلورو بچو پلار شو. له واده وروسته يې د ژوند ستونزې نورې هم زياتې شوې. اوس به د هغه په باب خلکو نورې نورې خبرې کولاې. چا به ويل:
ـ په هر څه چې يې لاس بر شي، سرپه پې نه کوي.
بل به ويل:
ـ دى جنگونو او مرگونو ترې بېخي بل شى جوړ کړى دى.
ځينو به لا په کې دا هم ويل:
ـ اوس دومره جهاد نه کوي، لکه غلا چې کوي، لکه داړې چې اچوي!
او له اميرخان نه همداسې يو څه شى جوړ شوى و. هغه پخوانى اميرخان په يو بل څه بدل شوى و. د کلي خلکو چې به پخوا ورسره څومره مينه کوله، اوس يې نه ورسره لگېدل. خو له دومره خبرو او اوازو سره سره د اميرخان بچي هېڅکله هم په گېډه سم ماړه نه شول. اميرخان اوس له مور سره هم هغه پخوانى چلند نه لاره زياتره به یې د هغې نصحيتونو ته زړه تنگېده او غصه کېده به. حتٰى کله چې به يې مور هغه خپله همېشنۍ دعا ورته کوله چې:
ـ بچيه! ولې ولې شې!
ـ بچيه! زيلۍ زيلۍ شې!
ـ زويه! څانگې څانگې شې!
دغه دعاوې به هم چندان ښې نه پرې لگېدې.
ـ بس بس، همدومره زيلۍ او څانگې بس دي.
خو يو وخت داسې هم راغى چې نور نو په جهاد کې ډوډۍ نه وه جهادونه پاى ته رسېدلي وو، جنگونه لا روان وو، خو جهادونه ختم شوي وو.
اميرخان په دغه وخت کې څه موده وزگار و او بيا يې څه کارونه هم وازمويل، خو په يوه کې يې هم چندان مزه نه وه، خوله يې په کې خوږه نه شوه. څه موده يې د اوسپنو کاروبار کاوه. په ښکاره او پټه چې په يې چېرته اوسپنې پيدا کړې، هغه به يې له پولې اړولې او خرڅولې به يې، خو ډېر ژر داسې وخت راغى چې په شا او خوا لارو، کليو، بازارونو او ښارونو کې يوه ټوټه اوسپنه هم پاتې نه شوه. بيا له دې کاره هم لاس په سر شو. د څه مودې لپاره، له يو چا سره د اوړو په کاروبار کې شريک شو. له پولې به يې د اوړو بوجۍ راتېرولې او دې خوا به يې خرڅولې. خو لارې سختې وې. په لارو کې د ټوپکوالو پاټکونه ډېر زيات وو او دومره پيسې يې نه شوې گټلاى چې هم پرې دغه تاوانونه پوره کړي او هم په کې خپلو بچو ته روزي پيداکړي. څه موده پس يې دغه سوداگري هم پرېښوده.
خو دغه اوسنى کاروبار يې په زړه پورې ورته ښکارېده. ستړيا په کې وه، خو تاوان يې هېڅ نه و او گټه؟ گټه يې نو ښه ډېره وه. دغه نوى کار د هډوکو سوداگري وه. اميرخان خپل يوه اشنا په دې کار پوه کړى و چې ښه ډېره گټه په کې ده. بس يوڅو تنه شريکان يې پيدا کړي وو او يو څو تنه يې هم مزدوران نيولي وو. د ځناورو هډوکي به يې په کندو کپرو او غرونو رغونو کې لټول او راټولول به يې. يوه لارۍ چې به يې برابره کړه، هغه به يې له کرښې تېره کړه او په يوه ورځ کې به يې هډوکي خرڅ کړل. د هډوکو سوداگري يې ښه په مزه روانه وه. دوى ته يې هم ښه خوند ورکړى و. ايله اوس يې جېبونه له پيسو ډک شوي وو. ايله اوس يې د بچو گېډې مړې شوې وې، ايله اوس يې جېبونه له پيسو ډک شوي وو. او ايله اوس يې د ښځې اروا هم مړه شوې وه. ايله اوس د ژوند په خوږو پوه شوي وو. هغه ته داسې ښکارېدل چې کېداى شي همدغه هډوکي مې هډونه ځواکمن کړي، او لکه چې رښتيا هم همداسې کېدل. اوس به يې له ځانه سره زياتره دا سوچونه کول:
ـ که خداى کول، نوره نو نيستي رانه تښتي!
ـ او دا هر څه د هډوکو له برکته دي!
ـ که دا هډوکي وي، نو خولۍ مې په غوړو کې ده!
ـ ياره ښه اشنايان هم د خداى لويه مهرباني ده، خيرالدين زبردسته مشوره راکړه.
ـ د هډوکو له برکته مې د بچو په مخونو کې ايله سرخي پيدا شوه.
د هډوکو کاروبار تر يو وخته ښه په مزه روان و. په يو کلي پسې به د بل وار و او په يو ښار پسې به د بل نوبت راته. دغسې به غرونه - رغونه هم يو په بل پسې تشېدل. ورو ورو د هډوکو د سوداگرۍ شوقيان هم زياتېدل. د اميرخان دوى د سوداگرۍ اوازه چې خپره شوې وه، نو هر چا هڅه کوله چې د هډوکو په سوداگرۍ لاس پورې کړي. له همدې امله څه ډېره موده وروسته، د هډوکو کمى محسوس شو. اوس به نو زياتره د هډوکو د راټولولو د سيمو پر سر هم شخړې کېدلې او هر چا به د خپلې سيمې هډوکي بل چا ته نه ورکول، خپله به يې خرڅول. د اميرخان د هډوکو سوداگري، بېرته ورو ورو بې خونده کېدله. هغه به اوس حېران و چې:
ـ اوس به نو څه کوم؟
ـ دى حلالې روزۍ ته هم چا په ارام پرېنښودلو!
خو، ښه ياران بيا هم په بده ورځ کې په کارېږي. هماغه شريکباڼي اشنا يې، دا ځل يوه ډېره نوې مشوره ورکړه. د هډوکو د سوداگرۍ لپاره يې يوه بله په زړه پورې لاره ورته وښودله. دوى اوس د انسانانو د هډوکو راټولول پيل کړل. دا کار به يې په پټه او د شپې له خوا کاوه. په لومړي سر کې خو چې اميرخان ته د هغه اشنا خيرالدين د مړو د هډوکو د راټولولو او خرڅولو وويل، ده ته دا خبره يو ډول ښکاره شوه. په لومړۍ او دويمه پلا سوداگرۍ کې هم د دې کار په باب دوه زړى و، خو کله چې ورته څرگنده شوه چې دغه هډوکي، خو د ځناورو له هډوکو په لوړه بيه خرڅېږي او راټولول يې هم دومره سخت کار نه دى، نو د هډوکو دغې نوې سوداگرۍ هم خوند ورکړ.
اوس نو د اميرخان د هډوکو سوداگرۍ بله بڼه غوره کړې وه. د شپې له خوا به يې په پټه د انسانانو هډوکي پلټل، هديرې به يې لټولې، زاړه قبرونه به يې کتل او هډوکي به يې راټولول. له کرښې اخوا د هډوکو اخيستونکي سوداگر به ورته ويل:
ـ دغه هډوکي، له هغو پخوانيو ښه دي. همدغه راوړئ، بيه يې هم يو څه جگه!
د انسانانو د هډوکو د سوداگرۍ کار اوس نور رونق هم پيدا کاوه. له دې وروسته به دوى د کليو او ښارونو له قوماندانانو او مشرانو نه بشپړې هديرې په اجاره اخيستلې. البته دا کار به يې هم له کلي په پټه او د شپې په تور تم کې کاوه، خو چې سهار به خلک راپورته شول، هديره به نړېدلې وه، قبرونه به د مړيو له هډوکو تش شوي وو او هډوکي به له پولې اړول شوي و و. له دې کاره به يوازې يو څو مشران خبر وو او که نور څوک به له حقيقته خبر هم شول، هېڅ يې له لاسه نه کېدل او هر چا پټه خوله بهتري گڼله.
هديرې نړېدې، قبرونه تشېدل، خو سوداگري ښه په مزه روانه وه. لارۍ ډکېدې، جېبونه ډکېدل، خېټې ډکېدې. د اميرخان د مزدورانو شمېر هم مخ په زياتېدو و. له اميرخان سره ان په دې کار کې هم سيالان او شريکان ډېرېدل او له ده سره به کله کله اوس هم لکه د پخوا په څېر تشويش پيدا شو چې:
ـ هسې نه دا کار هم راباندې مردار کړي.
ـ موږ لا کار ته گوتې نه وي وروړې چې بيا ټوله دنيا راباندې خبره وي!
سره له دې چې په دې کار کې يې سيالان وروسته پيدا شول، خو تر پايه بې سياله پاتې نه شول. اوس نو هديرې هم ورو ورو مخ په خلاصېدو ښکارېدې. اوس به نو قبرونه هم زياتره تش وو، لکه چې مړيو ترې کډه کړې وي.
او يوه ورځ بيا داسې راغله چې يوازې د يوه کلي هديره سلامته پاتې شوه، د اميرخان د خپل کلي هديره. دې هديرې ته يې پوره ډېر صبر کړى و، زړه يې نه پرې کېده. له دې هديرې سره يې پوره ژوند تړل شوى و. کله چې به د دې هديرې د قبرونو په باب د سوداگرۍ څه خيال ورغى، نو خداى خبر ولې به يې سترگې پټې کړې، لکه چې هغه له دغه هر څه سترگې پټوي، لکه چې نه غواړي څه وويني، لکه چې نه غواړي حتٰى په خيال کې یې وويني، د هغه په نظر د سترگو په پټېدو کې يې ښايي له خياله هم پټ شوى واى!
خو يوازې همدغه يوه هديره پاتې وه. اخر سړى به څومره صبر کوي؟
د يو انسان د صبر ځواک به نو څومره وي؟ د انسان هوډ به څومره ځواکمن وي؟ او اخر په هوډونو کې خو هم لوى او واړه وي. لکه په ځناورو کې، لکه په انسانانو کې چې لوى، هغه کوچنى خوري، هوډونه هم هوډونه خوړلاى شي او بيا اميرخان خو د خيرالدين په څېر د خواخوږي اشنا له پېرزوينو او خواخوږيو هم نه شو تېرېداى.
يوه شپه داسې هم راغله چې د دغه اشنا په ټينگار، پر دغه يوازينۍ پاتې هديره باندې هم د کار يرغل پيل شو. لارۍ ډکېدې او تشېدې، جېبونه ډکېدل او هوډونه ترسره کېدل.
اميرخان چې د وروستنۍ لارۍ د هډوکو پيسې له سوداگره واخيستې، نو د پيسو دغه وروستنى بنډل يو څه سپک ورته ښکاره شو. يو ځل بيا يې سترگو ته ونيو او نور هم سپک ورته ښکاره شو، خو د دې حوصله يې په ځان کې ونه ليدله چې د پيسو دغه وروستنى بنډل وشمېري. هغه کله هم دغه بنډلونه، نه وو حساب کړي، دغه بنډل يې هم په جېب ورومانډه. کور ته د تگ په وخت کې، بايد د هديرې پر يوه څنډه تېر شوى واى. د يو قبر پر خوا کې يې تيندک وخوړ، شاته يې وکتل.
د پلار د قبر خوله يې داسې وازه پاتې وه، لکه په اميرخان پورې چې خاندي!
اميرخان پر خپلو لاسونو خپل غوږونه بند کړل او يو ناڅاپه يې منډه کړه.
١٥/٣/١٩٩٧ع.
جرمني - د کولن ښار
غمي
ـ دا يې يو د پاسه پنځوس زره!
ـ ډېر ښه، ډېر ښه تر هغو نورو ښه يو.
ـ ښه څه، ډېر ښه يو.
ـ هو! هغوى ايله يو کم څلوېښت ته شېبه دمخه ورسېدل او هغه نور خو په کې مه حسابوه.
ـ زموږ افتخارات تر هغوى ډېر زيات دي.
او د ډزو اواز نور هم اوچت شو. د لويو او سپکو ډزو غږونه سره گډوډ شول. خبر لوڅ بيا خپل مشر ته په غوږ کې وويل:
ـ پنځوس زره او دوه!
او دواړه په شونډو کې موسکي شول. خبرلوڅ له دغه زېري سره هماغه خبره بيا هم تکرار کړه:
يو بل افتخار مو هم په نصيب شو.
يو کال، يوه مياشت او يوه ورځ کېدله چې د دفتر مخې ته سخته جگړه روانه وه. يوې ډلې بله نه پرېښوده چې پر دفتر ورننوځي. اصلاً خبره په دفتر نه وه. خلکو به ويل چې په دې دفتر کې يوه ډېره ښکلې څوکۍ پرته ده، عجبه څوکۍ ده، خداى زده چې له څه يې جوړه کړې ده. اصلاً جگړه پر هماغه څوکۍ ده، يو وايي زما ده او بل وايي زما. د څوکۍ په باب ډېرې روايتي کيسې کېدلې، يو چا به ويل چې که هر څوک پر دې څوکۍ کېناست، نو بس ټول به يې درناوى کوي، ټول به لاس په نامه ورته ولاړ وي، تر مرگه به يې هر چېرې حکم چلېږي. پر انسانانو خو څه چې بس پر ځناورو، غرونو او سيندونو به هم د دوى فرمان چلېږي. دغه څوکۍ له عجيبه شيانو جوړه شوې ده، وايي چې طلا او الماس په کې کار شوي دي. هر څوک چې پرې کېناست، نو لکه په هوا کې چې گرځي.
د ډزو غرمبهار نور هم زيات شو. خبرلوڅ بيا د خپل مشر په غوږ کې وويل:
ـ پنځوس زره او لس!
او بيا دواړه موسکي شول.
ټولو خواوو ته همدا خبره وه. د ټولو خواوو د جنگ مشران د خپلو افتخاراتو په زياتولو پسې وو. هر ځل چې به يو افتخار زيات شو، نو د مشرانو په ږيره کې به يو د الماس ښکلى غمى زيات شو. د ټولو ږيرې د الماسو له غميو ډکې وې، هر غمى د يو لوى افتخار نښه وه او په هره ږيره کې چې به دغه غمي زيات وو. د هغوى به هر چېرته قدر زيات و. د هر چا قدر او مقام د همدغو غميو د شمېر له مخې کېده. د ږيرې هر غمى، يو انساني غمى و، د يو انساني غمي نښه چې دوى افتخار گاڼه. د هماغه شي د لاس ته راوړلو لپاره. دوى به ويل چې که ټول هم د هغې ښکلې رويايي څوکۍ د لاس ته راوړلو لپاره قرباني شي، پرې ارزي، خو په زړه کې به يې همدومره تېر شول چې پرته له ما!
د ډزو غړمبهار شېبه په شېبه زياتېده. خبرلوڅ بيا خبر راوړ:
ـ پنځوس زره او د وه سوه!
او د الماسو پنځوس زره او دوه سوه غميو د هغه ږيره نوره هم ځلنده کړې وه. نور نو د هغه په ږيره کې د غميو ځاى نه و پاتې.
جگړه چې به څومره گرمه وه، غمي به ډېر وو، جگړه چې به د کومې شېبې لپاره ودرېده، نو غمي به ږيرو ته نه رسېدل، ږيرو به خارښت شروع کړ او عجيبه حکمت و. ږيرې چې به وگرول شوې، بېرته به جگړه گرمه شوه او بيا به غمي زيات شول. د ډزو غرهار او غړمبهار هغوى ته دومره عادي شوي وو چې اوس يې اصلاً له ډزو ژوند نه شو کولاى، د لويو او سپکو وسلو ډزهار د دوى روح ته لکه موسيقي ارامتيا وربښله. له همدې کبله يې په خپل قلمرو کې د لويو او سپکو وسلو له موسيقۍ پرته بل هر ډول موسيقي له څېره مې ممنوع اعلان کړې وه. وېرېدل چې هغه موسيقي ښايي زړونه نرم کړي او د دې موسيقۍ ځاى ونه نيسي.
خبرلوڅ بيا خبر راووړ:
ـ پنځوس زره پنځه سوه او پنځه!
مشر خپلې ږيرې ته په هنداره کې وکتل، نور نو رښتيا هم په ږيره کې د غميو هېڅ ځاى نه و پاتې. خبرلوڅ ته يې وويل:
ـ په خبرو اترو کې هغه زموږ استازى راوغواړه.
يو مياشت کېدله چې له جگړې سره يو لړ خبرې هم پيل شوې وې. دا خبره د دې لپاره وې چې په دفتر کې د هغې پرتې ښکلې څوکۍ پر سر که دغه جگړه د تفاهم له لارې پاى ته ورسېږي. استازى راغى او ده ورو شان ورته وويل:
ـ هماغه خبره ورسره ومنئ!
استازى په بيړه له ځايه پاڅېد. لږ شېبه وروسته اعلان وشو چې خبرې بريالۍ شوې.
جگړه نوره بس ده. دفتر ته به ټول په گډه ورننوځي او د يو يو ساعت لپاره به د هرې ډلې مشر پر هغه څوکۍ کېني چې دغه دومره موده يې جگړه پرې کړې ده. لومړى ځل به هغه مشر پر څوکۍ کېني چې د ږيرې د غميو شمېر يې زيات وي، د ورپسې مشرانو نوبت به هم د همدغو غميو د شمېر پر اساس وي. پرېکړه د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ ده. سر له همدغې شېبې اوربند دى.
ټول د لوى دفتر مخې ته ودرېدل. مخې ته يې مشران د الماسو د غميو له ځلېدونکو ږيرو سره ولاړ وو. د هر چا د غميو شمېر ته نظر و. د څوکۍ د لومړي ځل ناستې لپاره هر چا د غميو خاوندان بختور گڼل. هر مشر فکر کاوه چې زما د غميو اندازه به زياته وي، خو شمېر به د دفتر دننه د هماغې څوکۍ تر څنگه کېده. د زياتو غميو خاوندان له ورايه څرگندېدل. د دفتر لويه دروازه په ځانگړيو مراسمو سره د هرې ډلې د يو يو ټاکل شوي استازي له خوا بېرته شوه، او چې دروازه څنگه بېرته شوه، ټول په تعجب کې شول. دننه په دفتر کې هر څه گډوډ شوي وو. ټولو يوې او بلې خوا ته کتل. اصلاً هغه څوکۍ نه وه. ټول ځوړند سرونه له دفتره راووتل. عجيبه وه له راوتلو سره سم د دفتر په لويه دروازه کې هغه غمي په يو ځل له ږيرو راتوى شول.
چنگاښ ١٣٧١ل.
غلا
چغې شوې. فرياد شو. سندرغاړې په هېبت له خوبه راجگه شوه. بچو يې چغې کړې وې. دې هم په کور کې نااشنا خلک وليدل. مشرې لور يې بيا چغې کړې:
ـ غله دي... هلئ غله دي!
يو تن په خوله گوزا ورکړ. هغې سوې کړيکه وکړه او پړمخې ولوېده. نورو هم وير کاوه. د دوى کور ته اووه تنه ورننوتلي وو. ټولو يې خپل مخونه او ږيرې په تربوزکونو پټ کړي وو او د ټولو په لاسونون کې ټوپکونه وو.
سندرغاړې په حېرانۍ، يوې او بلې خواته کتل او هېڅ نه پوهېده چې څه وکړي. د حېرانتيا او وېرې په يو داسې حالت کې وه چې هېڅ شي ته يې فکر هم نه رسېده. تر يوې شېبې يې حواس له لاسه ورکړي وو. لږ يې ځان سره راټول کړ. شا او خوا يې وکتل او يو تن ته يې په ټيټ او رېږدېدلي غږ ورغږ کړ:
له موږ خوارانو څه غواړئ!؟
لکه چې په دغو اوو تنو کې يوه هم د دې غږ نه وي اورېدلى. په دغه شېبه کې، د هغې د بچو چيغې او فريادونه يو څه تت شوي وو. دې بيا ځان خبرې ته جوړ کړ:
ـ موږ سره خو هېڅ نشته، له موږ څه شى غواړئ؟
يو تن هغې ته ورنږدې شو. د ټوپک په کنداغ يې يو گوزار ورکړ. هغې يوه کړيکه کړه او ځاى پر ځاى ولوېده. بچو يې بيا فرياد شروع کړ. هغه له ځايه راپورته شوه. په دې وخت کې اووه واړه غله له هغې ورچاپېر شوي وو. دې ژړل. وير يې کاوه او ويل يې:
ـ اخر تاسو به له موږ نه څه يوسئ. موږ خو له دغو څو بړستنو پرته نور هېڅ نه لرو!
يوه يې په کټ کټ وخندل او له غروره په ډک غږ يې وويل:
ـ نه نه، درسره شته، هر څه درسره شته!
بل يې ورغږ کړ:
ـ مشهوره ډمه يې، لږې خو به دې نه وي پيدا کړي!
په همدغه وخت کې يو تن، هغو نورو ته ورغږ کړ:
ـ وگورئ چې څه لري؟ راټول يې کړئ!
نور کسان د کور په لټون پسې شول او دغه يو يې له دوى سره پاتې شو. دى د ډلې مشر ښکارېده. په اواز کې يې يو خاص تکبر پروت و. سندرغاړې رپېدله. بچي يې هم رپېدل. سندرغاړې فکر کاوه چې دوى به له دې کوره د څه شي غلا وکړي؟ پيسې او نوره شتمني له دې سره نشته. لوڼه يې هم کوچنۍ دي. که پېغلې واى، ښايي د دغو کسانو په باب يې بل فکر کړى واى، خو اوس داسې نه وه. دا خپله هم د داسې عمر نه وه چې اوس دې دغه کسان، په کوم بل نيت ورته راغلي و. حېرانتيا يې شېبه په شېبه زياتېدله. د ډلې هغه مشر ورغږ کړ:
ـ سندرې ولې وايې؟
سندرغاړې په خپلو سوچونو کې وه. د هغه خبرې ته يې پام نه و. هغه بيا ورغږ کړ:
ـ ډمتوب ولې کوې؟
سندرغاړې ايله اوس د هغه غږ واورېد، خو په پوښتنه يې سمه پوه نه شوه:
ـ څه... څه؟
د ډلې مشر په بې پروايۍ وويل:
ـ وايم، سندرې ولې وايې!؟
سندرغاړې په عاجزۍ ځواب ورکړ:
ـ نو څه وکړم؟ بل څه وکړم؟ او هغه هم په دې پردي ملک کې؟
مشر په ډاروونکي غږ وويل:
ـ سندرې حرامې دي...
سندرغاړې په تعجب له ځانه سره وگوڼېده:
ـ... او غلا!؟
مشر دا خبره وانه ورېده. بيا يې له سندرغاړې وپوښتل:
او لا په پردي ملک کې سندرې وايې؟
له دې سره سم يې بيا د ټوپک د کنداغ يو گوزار ورحواله کړ. سندرغاړې بيا چغې کړې او بچو يې هم فريادونه ورغبرگ کړل. د ډلې مشـر پر ټولو د ټوپک د کنداغونو او لغتو يوه شېبه جوړه کړه او د ټولو فريادونه يې ورغلي کړل. يوه شېبه چوپه چوپتيا شوه. ټوله ډله راټوله شوه او مشر ته يې وويل:
ـ د وړلو هېڅ شى هم نشته!
ـ داسې لعنتي سپېره کور دى چې پوښتنه يې مه کوه!
ـ چې دې لولۍ په دا دومره پيسو څه کړي دي؟
د يو تن په لاس کې د کاليو غوټه وه:
ـ همدغه جامې يې لا يو څه د کار دي.
مشر د هغه له لاسه د کاليو غوټه واخيسته. غوټه يې واړوله - راواړوله. دغه ټوټه يې هم د کور يو اړخ ته ورگوزاره کړه او ويې ويل:
ـ دا سپېره او ناولي کالي لا څوک کور ته وړي!
او په دې خبره ټولو وخندل. د سندرغاړې او بچو په خولو کې يې فريادونه هماغسې وچ کړاى شوي وو. يوازې پټې پټې سلگۍ يې وهلې. د ډلې مشر، سندرغاړې له اوږې ونيوه او راجگه يې کړه. اووه واړه د هغې شا او خوا ته راټول شول. مشر، سندرغاړې ته يوه کلکه څپېړه ورکړه، خو سندرغاړې دا ځل چغه نه کړه. تتې سلگۍ يې يو څه بېړنۍ شوې او په سلگيو سلگيو کې يې په سختۍ سره هغوى په دغو خبرو پوهېداى شول:
ـ خداى خو مو گوري... هغه... هغه دې درسره پوه شي... هغه خو مو... گوري...
او دا ځل يو بل تن، سندرغاړې ته په گوناټو لغته ورکړه. هغه بيا ولوېده او ژړا يې په يو پرله پسې فرياد بدله شوه. د ډلې مشر هغه بيا له لاسه راونيوه او راجگه يې کړه:
ـ پورته شه مکرونه مه کوه!
د سندرغاړې سلگۍ ورو شوې. مشر ټولو ته مخ کړ، بيا يې يو ځل سندرغاړې ته هم وکتل او د غږ انگازې يې واورېدل شوې:
ـ خو خالي لاس نه ځو!
سندرغاړې له ډاره په ډک غږ وويل:
ـ يوسئ، هر څه چې وړئ! هر څه چې مو خوښ وي!
يوه يې خپل غږ له ملنډو سره يو ځاى کړ:
ـ ستا په دې سپېره کور کې د وړلو څه شى شته!؟
او ټولو په دې خبره وخندل. د ډلې مشر بيا ورغږ کړ:
ـ خو تش لاس نه ځو!
سندرغاړې بيا په سلگو کې ورته وويل:
ـ نو څه وکړم، زه څه وکړم؟
د ډلې مشر وويل:
ـ يو څه درسره شته!
د خپل خيرن جمپر له جېبه يې چوړکۍ راوښکله او ويې ويل:
ـ ستا دا ناولې ژبه بايد پرې شي!
اووه واړه، سندرغاړې ته نور هم ورنږدې شول. په لنډه شېبه کې چا له لاسه ونيوله او چا له وېښتو. يوازې د ډلې مشر يې مخې ته ولاړ و او چوړکۍ يې په لاس کې نيولې وه:
ـ ما خو ويل چې خالي لاس نه ځو... يو څه شى بايد له ځانه سره يوسو!
سندرغاړې حېرانه وه چې دا څه وايي. يو تن د ډلې مشر ته ورغږ کړ:
ـ وايم دا ژبه ترې په ستوني کې راغوڅه کړه، بې له سندرو يې څه ويلي!؟
سندرغاړې هماغسې سلگۍ وهلې. د بچو د تتو تتو سلگو غږ يې هم اورېده شو. د ډلې د يو بل تن غږ واورېدل شو:
ـ مردارې، لعنتي ښځې!
سندرغاړې همدغه چا ته چې دا خبره يې کړې وه، مخ ورواړاوه او په سلگو سلگو کې يې وويل:
ـ اخر ما څه گناه کړې ده؟ کوم بد مې کړي دي؟
د ډلې مشر له کبرجنې خندا سره يو ځاى وويل:
ـ لا وايي چې څه گناه؟ په دې ژبه دې څومره گناه کړې ده؟
سندرغاړې په وړو وړو سلگو کې ځواب ورکړ:
ـ ژبه!؟ دې ژبې هيچا ته کنځلې نه دي کړي، هېڅوک يې نه دى ازار کړى.
د ډلې مشر په ډاروونکي غږ وغړمبېده:
بس بس کچنۍ!
خو سندرغاړې له سلگو او ويرونو سره لگيا و:
ـ دې ژبې خو تل د مينې خبرې کړي، تل يې خلک خوشحاله ساتلي، تل يې د ښادۍ خبرې کړي... تل يې... تل يې...
ـ د هغې خبرې، سلگۍ او فريادونه سره يو ځاى شول. يوه تن يې ستوني ته لاس کړ. د هغې مرۍ يې خپه کړه، ټول ترې راتاو شول. د ډلې مشر ښه ورنږدې شو. د سندرغاړې خپه شوي غږونه په سختۍ د هغې له ستوني راوتل.
او په لږه شېبه کې د سندرغاړې خوله له وينو ډکه شوه. د ډلې مشر د سندرغاړې ژبه په خپل جېب کې واچوله او په لوړ غږ يې وويل:
ـ ما خو ويل چې تش لاس نه ځم!
او ټولو په کټ کټ وخندل.
٧/٣/١٩٩٧ع.
جرمني - د کولن ښار
لکه د همالیا غرونه
له کښېناستلو سره سم يې پيسې له جېبونو راوايستلې. د ټولو جېبونو پيسې يې خپلې مخې ته کېښودلې او بيا يې په هغه کاغذ پسې لټون پيل کړ چې د خرڅو شويو شيانو او بيو يادښت يې په کې اخيستې و. يو جېب ته يې لاس کړ. بيا يې په بل کې ولټاوه. هلته هم نه و. بېرته له ځايه جگ شو. د خپل بالاپوش په پاسني جېب کې يې هغه کاغذ پيدا کړ. يادښت يې د پيسو څنگ ته کېښود او بيا يې له جېبه د حساب ماشين هم راواخيست.
هغه چې به له کاره راغى، نو لا ډوډۍ به يې نه وه خوړلې چې د پيسو حسابي به يې پيل کړه. د پور پيسې به يې يوې خواته کړې او خپله گټه به يې ترې څنگ ته کړه. ده به تل په پور له خلکو او شرکتونو مال اخيست او بيا به يې په بازار کې خرڅاوه. په هغه ورځ چې به يې گټه بده نه وه او د ده په دغومره زيار به ارزېده، نو بيا به يې ډوډۍ ښه په مزه او اشتها وخوړه او کومه ورځ چې به يې د گټې مزه نه وه، په ډوډۍ به يې يوازې گېډه ډکوله. نور يې خوند نه ترې اخيست. کومه ورځ چې به يې گټه ښه وه، د ده په مخ کې به يې علامې څرگندې وې. مېرمن او دوه لوڼه يې هم له دغو علايمو سره ښه بلد شوي وو. ده چې به حسابي پاى ته ورسوله او تشناب ته به د مخ او لاس د مينځلو لپاره لاړ، نو له تشنابه به له راوتلو سره سم يې مېرمن او دوو لوڼو هم اټکل کولى شو چې نن يې څومره گټه کړې ده؟
نن يې د گټې ډېره مزه نه وه، خو د ((مېز)) کرايه يې وتلې وه او يوازې دومره څه يې هم گټلي وو چې د نن ډوډۍ يې پرې خوړاى شوه. ډوډۍ يې وخوړه او بيا يوه شېبه په خپل ځاى کې اوږد وغخېد. نن ډېر ستړى شوى و او ځکه خو له غځېدلو سره سم پرېشانۍ يووړ.
ټول خولې خولې وو. د کانو د پلټلو د وسايلو غږ په پرله پسې توگه اورېدل کېده. لکه ټول چې په يو ډول ډبرين گرد پوښل شوي وي. مخونه يې سم نه ښکارېدل. يوازې د اواز له مخې به يې يو بل سره پېژندل. غږ نور هم منظم او موزون شو. دغه غږونه په هغه داسې لگېدل لکه موسيقي چې اوري. د کانو د پلټلو د وسايلو غږ هغه ته د موسيقۍ د وسايلو له غږه هم په زړه پورې و. له هر غږ سره به د هغه د زړه تارونه سندريز شول. د دغه کار ټول بهير هغه ته لکه د موسيقۍ د يو لوى ارکستر موزون او سندريز مجموعي غږ ښکارېده او هغه به په همدغه کار کې ځان ډېر خوشحاله احساساوه. د وسايلو غږ نور هم ښکلى او سندريز شو. هغه يو څه وليدل. څه ډبرين رگونه. د زړه درزا يې داسې موزونه او سندريزه شوه، لکه د ده زړه هم چې د دغه ارکستر کومه وسيله وي. کار لا هماغسې روان و. ډبرين رگونه نور هم ښکلي شول. وځلېدل او هغه يو ځل چغه کړه:
ـ يوه شېبه ځنډ وکړئ، کار ودروئ، راشئ... راشئ...
غږ يې نور هم له احساساتو سره ملگرى شو:
ـ ومو ميندل. داسې ښکاري چې دغه رگونه په دې ټول غره کې غځېدلي دي...
اواز يې نور هم اوچت شو:
ـ بايد ډېر ستر کان وي... ډېر ستر...
له هرې خوا نه يو يو کس راروان و. دى په يوه ساه لگيا و:
ـ مبارک... مبارک...
او همدغه د مبارک مبارک چغو د هغه د لنډکي خوب سلسله وشلوله. اوچت راکېناست. داسې خولې خولې و، لکه رښتيا چې د کانو د پلټلو په ډله کې په سخت کار بوخت و. شاوخوا يې وکتل. مېرمن يې د چايو پياله څو شېبې مخکې ورته راوړې وه. د چايو پياله يې راواخيسته. ښه توده وه. چاى يې په بيړه بيړه وڅښه، لکه هغه د چايو تودوخه چې يې هېڅ احساس کړې نه وي.
د پرديسۍ دغه ټول خوبونه، ده ته همداسې پرېشانوونکي وو. هره شېبه به يې خپل وطن په خوب کې ليده. د خپلو وطن غرونه هغه ته تر هر څه گران وو. هغه د خپل وطن په ډېرو زياتو غرونو کې گرځېدلى و. همدغه غرونه د هغه مسلک و. د هغه تخصص و. د کانونو پلټل د هغه د زدهکړې او کار ځانگړې څانگه وه او هغه ته خپل مسلک ډېر گران و. هغه به هرې ډبرې ته، هر کاڼي ته، هر غره ته په ډېر ژور نظر کتل. ډبرې د هغه مينه وه. غرونه د هغه مينه وه. تل به يې ويل:
ـ دغه غرونه، دغه ډبرې بې څه نه دي. غرونه موږ په پښو درولى شي، خو خولې به تويوو، پرته له دې نه کېږي. هر غر يو يو کان دى، خو لټون غواړي، خواري غواړي.
او هغه ته دغه غرونه دغه کانونه ټول معلوم وو. ټول يې پلټلي وو. په ډېرو گرځېدلى و او د نورو په لټون هم اخته و. هغه د خپل هېواد د کانونو په باب څو کتابونه ليکلي وو او د ډېرو څېړنيزو پروژو مشري يې په غاړه وه، زيات شمېر شاگردان يې روزلي وو. دى په خپله تخصصي څانگه کې يوازينى اکاډمېسن و.
دى چې له خپل هېواده وتلو ته اړ شو، نو يو داسې ملک ته پرديس شو چې د ژوند هره شېبه ورته داسې وه، لکه د دوزخ په لمبو کې چې ناست وي، خو مجبور و، بلې خواته د تللو وس ورسره نه و. د ځان او بچو د روزۍ د گټلو لپاره يې ډېر ستونزمن کار ته غاړه ايښې وه. هر سهار به د سودا له يو دروند پېټي سره بازار ته، ته او مازيگر به له گټې يا تاوان سره ستړى ستومانه بېرته راستنېده. نور نو خپل هېواد هم ترې پاتې و، خپل مسلک هم او د خپل هېواد غرونه او کانونه هم. اوس پرديس و. اوس لکه مزدور داسې و. لکه جوالي داسې و. د هغه د عمر تقاضا هم داسې نه وه چې دومره سخت کارونه دې وکړي، خو د روزۍ د گټلو لپاره يې بله لاره نه لرله.
اکاډمېسن راډيو ته لاس کړ. د خبرونو اورېدل د هغه عادت و. هېڅ ماښام يې نه قضا کول. ځان ته به يې په دغو خبرونو يو ډول تسکين ورکاوه. هغه به تقريباً ټولې مهمې راډيوگانې اورېدلې او په تېره بيا علمي خبرونه به يې په پرله پسې توگه اورېدل. نن چې يې راډيو ته لاس کړ، يو څه ناوخته شوى و. خبرونه تېر وو، خو د کومې راډيو علمي خبرونه يې پيدا کړل. يو څو دقيقې به نه وې تېرې چې راډيو يوه جالبه موضوع پيل کړه:
ـ سبا ته په نوي ډيلي کې د هماليا د غرونو په باب نړيوال علمي سينيمار جوړېدونکى دى.
اکاډمېسن اوچت راکېناست. راډيو ته يې خپل غوږونه ښه ورنژدې کړل. راډيو غږېدله:
ـ دغه نړيوال سيمينار به سبا ته په اتو بجو په نوي ډيلي کې پرانستل شي. په سيمينار کې د پنځه ويشتو هېوادونو جيولوجستان او پوهان گډون لري...
د اکاډمېسن د زړه درزا زياته شوه. هغه د هماليا د غرونو په باب هم يو جالب اثر ليکلى و. په هندوستان کې يې د علمي ستاژ يوه دوه کلنه دوره تېره کړې وه او د هماليا د غرونو په جيولوجيکي جوړښت يې يو په زړه پورې اثر ليکلى و. هغه چې لا په خپل هېواد کې و، نو له دغه جوړېدونکي سيميار خبر و. دى هم له خپل هېواده، دې سيمينار ته يوازې بلل شوى پوه و. ده ياد شوي سيمينار ته د خپلې وينا د موضوع مقدمات هم برابر کړي وو. بيا چې حالات بل ډول شول او دى هم له وطنه راوتلو ته اړ شو، نو دلته په داسې کړکېچونو کې اخته شو چې نه يې هغه سيمينار ياد شو او نه د هماليا غرونه. نن چې د راډيو په علمي خپرونه کې په دې باب خبرې پيل شوې، نو ده ته د هماليا په غرونو کې د پلټنو او د خپل څېړنيز کار هغه ټولې شېبې رويادې شوې. ورياد شول چې يوه ورځ د هماليا په غرونو کې له علمي کاره ستړى ستومانه راستون شوى و. لارښود پوهاند چې د ده د علمي کار جاج واخيست او د ده له خوا د ليکل کېدونکي اثر په باب يې مشورې ورسره وکړې، نو دى يو څه ستومانه ورته ښکاره شو. ورته ويې ويل:
ـ د هماليا غرونه ستا لپاره د تمرين او علمي کار زېرمه ده. داسې فکر وکړه چې دا ستا د وطن غرونه دي، ستا د هېواد هر غر لکه د هماليا داسې ارزښت، لري بايد پاملرنه ورته وکړې، هغه ټول غرونه ناسپړلې خزانې دي. په هماليا کې يې زده کړه او په خپل هېواد کې يې عملي کړه.
اکاډمېسن ته د خپل لارښود پروفيسر هغه پخوانۍ خبرې ټولې وريادې شوې. ټول هغه کړاوونه يې يو ځل بيا سترگو ته ودرېدل چې د کتاب لپاره په څېړنيز کار کې يې گاللي وو. هغه بيا له همدغو سوچونو سره پرېشانۍ يووړ، خو نن شپه دى ډېر پرېشانه و. هېڅ سم خوب يې ونه کړ. کله به يې د يوې شېبې لپاره سترگې سره ورغلې، خو بيا به يا هماليا وه يا د وطن غرونه او يا دغه اوسني بارونه او غمونه. دغو شيانو دى خوب ته پرېنښود.
د ساعت له زنگ سره په په خپل ځاى کې کېناست. د شپې له خوا به يې تل ساعت د زنگ لپاره چمتو کاوه چې چېرې بيده پاتې نه شي. له ځايه جگ شو، په بيړه يې ځان تگ ته چمتو کړ. خپل پنډ يې د شپې له خوا ځان ته برابر کړى و. هغه يې اوږو ته کړ او پرته له دې چې کومه پياله چاى وڅښي، په نه زړه له کوره ووت.
په تم ځاى کې سرويس ته ډېره شېبه ودرېد. نن يې پنډ ډېر دروند ورته ښکاره شو. بيا يې هم تگ ته زړه نه کېده. د لارې ملگري يې ورته ووې چې پنډ له اوږو کوز کړي، خو ده نه منله:
ـ نه، بيا چې سرويس ودرېږي اوږو ته يې نه شم برابرولى. همداسې ولاړ ښه يم.
اته بجې کېدونکې وې. لږه شېبه وروسته سرويس رارسېدونکى و. څو شېبې وروسته په نوي ډيلي کې د هماليا د غرونو په باب هغه سيمينار هم پرانېستل کېدونکى و. په سينه کې يې د درد څو پرله پسې څړيکې لاړې راغلې. دى يې ولړزاوه، څو فکر يې وکړ چې دومره مهمه خبره نه ده. د سرويس غږ واورېدل شو. د درد يوه بله څپه راغله او لاړه. دا ځل ډېره ځورونکې وه. د سرويس غږ نور هم رانژدې شو. اکاډمېسن ځاى پر ځاى کېناست. په ځان پوه نه شو، پرېووت او په څنگ کې ولاړ ملگري چې يې هر څومره وخوځاوه. نور نو د هماليا غرونه د هغه پر سينه پراته وو.
٢/١٢/١٩٩٤ع.
ډالۍ:
گران ساهو ته،
روغتون
په څلورمه ورځ چې امان الله سترگې وغړولې، نو ځان يې په يو نوي شان ځاى کې وموند. يوه شېبه يې پر خپل ذهن فشار راووړ؛ تېرې پېښې يې ورو ورو ذهن ته ورغلې. هغه ته ورياد شول چې څنگه د جگړې په هغه سخته شېبه کې، له پاسه الوتکې هم راغلې، بمونه يې ورگوزار کړل او بيا پر دوى داسې يو سور قيامت جوړ شو چې يوازې څو لومړنۍ شېبې يې د ده په ذهن کې لا ژوندۍ پاتې وې. نور نو دى بيا پر ځان نه و پوه شوى. خپل شا او خوا ته يې وکتل. مشر ورور حميدالله او د کاکا زوى ښايسته خان يې سر ته ولاړ وو. د ده د سترگو له غړېدلو سره سم، لکه د هغوى په بدنونو کې چې ساوې غړېدلې وي. د هغوى شونډې وخوځېدې:
ـ شکر
ـ خدايه شکر
امان الله غوښتل څه ووايي. فکر يې وکړ چې شونډې يې وخوځېدې، خو خبره يې له خولې څخه راونه وتله. د حميدالله شونډې موسکۍ شانته شوې. ښايسته خان هم موسکى شو، حميدالله ته يې وويل:
ـ بس که خير وي، له مرگي...
خبره يې بشپړه نه کړه. پر امان الله ورټيټ شو:
ـ څنگه يې؟ ايله چې دې سترگې وغړولې...
امان الله بيا هم څه ونه ويلى شول. لومړى يې حميدالله او ښايسته خان ته ښه ډېره شېبه رډ رډ وکتل، بيا يې خپل شا او خوا ته وکتل، ښي اړخ ته يې بل کټ پروت و. پر يوه ځوان يې سترگې خوږې شوې. د هغه د يو مورچل يار نبي جان و. هغه هم سترگې پټې کړې وې. لکه خوب چې وړى وي. يو څوک يې پښو ته ولاړ و، هغه ته يې فکر شو. غمجن ورته ښکاره شو، بيا يې نبي جان ته سترگې ورواړولې، خو يوې برخې ته يې خپلې سترگې ښه شېبه تم کړې. هغه وليدل چې د نبي جان يوازې يوه پښه غځېدلې ده. په څنگ کې ولاړ تن يې په همدې وخت کې د هغه له پښو نه سپينه ټوټه راجگه کړله، ټوټه يې بېرته پرې جوړوله چې د امان الله زړه وبرېښېد. د نبي جان پښه يې په ورانه کې ترې پرې کړې وه. امان الله بېرته سر راواړاوه، سترگې يې پټې کړې او خداى زده څه سوچونو له ځانه سره لاهو کړ:
دواړو خپلې ټوپکې له اوږو کوزې کړې. په يخه چينه کې يې خپل لاسونه او مخونه پرېمينځل. يوه شېبه يې پښې هم په يخو اوبو کې پرېښودلې، خو څو لپې اوبه يې سر پر سر وڅښلې او امان الله ورغږ کړ:
ـ دا خو عجيبه خبره وه او بيا دوى له دې نه هم نه ډارېدل چې ته د مجاهدو سرگروپ يې. ټوپکې هم درسره دي او سړي هم؟
نبي جان يوه بله لپه اوبه مخې ته واچولې او ورته يې وويل:
ـ نه، هغوى ته پته وه چې زه د دې شيانو سړى نه يم. جلۍ مې خوښه ده، په زور يې نه ترې غواړم، که په خور مې بدل راسره کوي او که نغدې غواړي. د خداى مال دى دومره شته دي چې...
امان الله يې خبره په نيمايي کې ورپرې کړه:
ـ هسې ما ويل چې ډېرو د ټوپک او سړو په زور څه وو چې ويې نه کړل، نکاح کښلې يې...
نبي جان بله پښه هم له يخو اوبو نه بهر کړه:
ـ ما دې خداى د هغوى په ډله کې نه حسابوي. زما له لاسه دې خداى پاک مېږى هم نه ازاروي.
خپل ښى لاس يې پر ږيره تېر کړ او خبره يې پسې اوږده کړه:
ـ بس که خير وي په بدل به وشي. زورور پلار يې دى، که نه د مور يې داسې زړه و چې بس هسې يې راکړې واى...
امان الله بيا سترگې وغړولې. دا ځل يې حميدالله او ښايسته خان ته هېڅ ونه کتل. بيا يې خپل ښي اړخ ته مخ ورواړاوه. د نبي جان ببره ږيره لا زياته پرېشانه ورته ښکاره شوه او چې څنگه يې د هغه پر کيڼه غوڅه پښه نظرورپرېووت، بېرته يې مخ ترې واړاوه.
حميد الله دا ځل ورغږ کړ:
ـ امانه! څنگه دي دردونه دې؟
د امان په شونډو کې يوه تته شان زمزمه وشوه:
ـ ښه... يم.
حميدالله او ښايسته خان بيا د کوټې چت ته وکتل:
ـ شکر خدايه
ـ شکر
***
پنځلسمه شپه وه چې امان الله لا د روغتون د دويمې درجې جدي مراقبت په کوټه کې و، خو ده ته اوس ځان بېخي ښه ښکارېده. اوس يې له نبي جان سره مجلس ښه برابر و. نبي جان هم اوس ښه و. يوازې کيڼه پښه يې ترې غوڅه کړې وه او دهغې زخم اوس مخ په ښه کېدو و. ډاکټرانو ويل چې لا په ښۍ پښه کې يې کومه پارچه پاتې ده. هغه پارچه له کومو باريکو رگونو سره وه او ويلي يې وو چې لږ را ښه شي، بيا به هغه پارچه ترې باسي. له ځايه نه شو پورته کېدلى، خو د خبرو ښه مېړنى و. امان الله هم گرځېدلى نه شو، خو اوس يې د کوم سخت درد احساس نه کاوه. په سر کې دوه ټپه يې مخ په جوړېدو وو او د نور وجود ټپونه يې هم رغېدونکي وو. ډاکټر پرته له مرستندويه، له ځايه د پورته کېدو اجازه نه وه ورکړې.
د روغتون په دغه کوچنۍ کوټه کې پر امان الله او نبي جان سربېره يې اوس يې يو بل زخمي هم ورته راوړى و. د امان الله کيڼ اړخ ته ټپي يې دوه ورځې مخکې له کاپيسا نه راوړى و. دوى دواړه په لوگر کې زخميان شوي وو. نوى راوړى زخمي تنکى زلمى و. ايله اوس يې پر مخ تار تار ږيره رازرغونه شوې وه. د وجود د نورو برخو له ټپونو څخه يې د سر لوى ټپ د ډاکټرانو تشويش ورزيات کړى و، ډېره زياته وينه ترې تللې وه. امان الله چې به هغه ته وروکتل، نو رنگ به يې داسې ژېړ او الوتى ورته ښکاره شو، لکه مړى.
امان الله د کابل د ابن سينا لېسه پاى ته رسولې وه، خو دا دى شپږ کاله کېدل چې ټوپک يې اوږې ته کړى و. د پېښور د سره صليب د روغتون په دغه کوچنۍ کوټه کې پراته امان الله ته به هره شپه د خپل ژوند د يوه يوه پېښه وردمخه کېدله او ده به خپل ځان ورسره بوخت ساته، خو نن شپه يې له نبي جان سره ډېرو خبرو ته زړه کېده. سبا ته يې د نبي جان له ښۍ پښې نه هغه پارچه هم ويستله. د شپې لا ډاکټرانو ورته ويلي وو چې سبا سهار به څه شى نه خورې. خالي چاى به هم نه څښې او امان الله، د دې لپاره چې د سبا د عملياتو تشويش له نبي جان څخه لرې کړي. غوښتل يې چې هغه په څه نورو خبرو له ځانه سره بوخت وساتي. ده په ذهن کې د شپې د خبرو اترو نقشه له ځانه سره جوړوله چې بازمحمد ورننووت. بازمحمد د دوى روغتياپال (نرس) و. پر امان الله اوس د هغه رنگ ښه نه لگېده. د هغه په هره خبره کې ورته يو ډول مکراو ريا ښکارېدل. هغه چې به څنگه د دوى گوټې ته ورننووت، نو پر ږيره به يې لاس تېر کړ، د تسپو اړولو ته به يې زور ورکړ او بيا که به دوى هر څه ورته ويل، که به يې د درو - درملو او يا نور څه په باب هر ډول شکايت ورته کاوه، خو هغه به په شونډو کې له ځانه سره په څه ذکر اخته و. دوى چې به خبرې زياتې کړې، نو هغه به يوازې همدغه څو تکراري خبرې کولې:
ـ ذکر کوئ... ذکر...
ـ توبې باسئ...
کله به يې لا وويل:
ـ ډېرې خبرې، ډېر شکايتونه هسې گناهونه زياتوي. د خبرو پر ځاى، د شکايتونو پر ځاى هم عبادت کوئ. تر دې بله غوره خبره نه شته...
او بيا به يې لکه د محتسب په څېر د هر لمانځه پوښتنه ترې کوله. د بازمحمد خبرې او نصيحتونه به کله کله دومره زيات شول چې امان الله او نبي جان به يې ستړي کړل. هغوى ته په دغو څو ورځو کې د بازمحمد له کړو وړو څرگنده شوې وه چې دا دهغه د زړه د تل خبرې نه دي. د يو ډول ځان ښودنې او د نورو د غولونې لپاره دي، د دې لپاره دي چې د خپلې دندې او مسؤوليت له باره ځان پرې خلاص کړي، ځکه خو هغوى ته دا خبرې رښتينې نه ښکارېدې او د يو ډول مکر څادر يې پرې غوړېدلى ليده. يو ځل خو يې زړه ورته وپړسېد:
ـ چې دا ته اوس ډاکټر يې، محتسب؟
او نبي جان به هم سر وخوځاوه. په خپل ځاى کې با تاو راتاو شو:
ـ اشنا ملايۍ ته يې مقرر کړى يې، که ډاکټرۍ ته...
دوى به بازمحمد هم ډاکټر باله. پوهېدل چې له خپل نامه نه په ډاکټر زيات خوشحالېږي، خو ورو ورو يې د دوى حوصله نوره هم ورتنگوله.
امان الله له ځانه سره يو کوچنۍ راډيو ساتلې وه. کله کله به يې چالان کړه. ټنگ ټکور چې به په کې راغى، نو بيا به ده او نبي جان په گډه مزه ترې اخيستله. بازمحمد چې به په داسې وخت کې د دوى کوټې ته ورننووت، نو يوه پټکه شانته به يې پرې وکړه:
ـ راډيو هم اورئ... توبه باسئ توبه! په داسې حال کې هم سندرې اورئ؟
نبي جان به ورغږ کړ:
ـ موږ د روس په هغو گولو کې هم ټايپ او راډيو نه دي هېر کړي.
او امان الله به خپل غږ ورلوړ کړ:
ـ ډاکټر صيب، په خداى کې مې له سندرو منع کړې. موږ په جهاد کې هم بې سندرو گوزاره نه ده کړې.
او بازمحمد به په تگ تگ کې بيا هم تکراروله:
ـ توبې باسئ... توبې باسئ...
کله کله خو به د امان الله او نبي جان زړه وشو چې هغه لوى ډاکټر ته شکايت ترې وکړي، خو بيا چې به يې مشوره سره وکړه، دا به بده ورته ښکاره شوه چې څنگه د خپل يو مهاجر هېوادوال له لاسه پردو ته شکايت وکړي.
په دې روغتون کې څو تنه ښځينه ډاکټرانې او دوه تنه نرسانې هم وې. يوه روغتيا پاله چې هغې ته هم ټولو ډاکټره ويله انا نومېده. دوى به جرمنۍ ډاکټره ورته ويله، خو هغه د اتريش وه. د دوى د کوټې مراقبت د هغې پر غاړه و. هغه چې به کله د جدي مراقبت کوټو ته ورننوتله او کله به په کوټو کې د ناروغانو د وينو او زخمونو بد بويي زياته شوه، نو د بازمحمد په څېر يې هېڅکله پزې ته لاس نه و نيولى. نبي جان خو به کله کله امان الله ته داسې ورو شانته وويل:
ـ يره امانه! چې په دا کاپېرو کې هم رحم او مهرباني شته.
او امان الله به په شونډو کې ورته موسکى شو:
ـ خامخا به په کې وي، دې زموږ انا ته خو گوره،
او داسې خو ورو ورو انا د دوى په زړونو کې ځاى پيدا کاوه. نبي جان به د خبرو په منځ کې وويل:
ـ دا زموږ له ځینو خپلو نه خو په زر وارې ښه ده.
امان الله به سر ورته وخوځاوه او شونډې به يې داسې سپړلې پاتې شوې. نبي جان چې به پوه شو، خبرې يې د امان الله په زړه کې لار کړې ده، نو د يو ډول خوښۍ حالت به پرې راغى او دا ځل به يې په يو څه جديت سره ورته وويل:
ـ يره امان اشنا! وي به کاپېره، خو زړه يې مسلمان راته ښکاري.
او امان الله به د نبي جان په دې خبره نور هم موسک شو او هغه به پوه شو چې څبره يې نوره هم ښه پرې لگېدلې ده.
خو نن شپه چې بازمحمد څنگه ورننووت، شاوخوا ته يې يو سرسري نظر واچاوه او بيا يې نبي جان ته مخ ورواړاوه.
ـ هلکه سبا گهيځ به د چايو گوټ هم نه کوې. ډاکټر بيا هم ټينگار راباندې وکړ.
نبي جان ورو شان وويل:
ـ په سترگو ډاکټر صیب، خبر يم.
د امان الله په کيڼ اړخ کې پروت زخمي ته يې سيروم بدل کړ او ترې ووت. د شپې تر ډېره امان الله او نبي جان خبرې سره کړې، خبرې به يې ډېرې ورو ځکه کولاې چې هغه بل ناروغ په ډېر سخت حالت کې و. کله کله به يې څه ورو شانته زگېروى وکړ او د هغه زگېرويو به د دوى د خبرو لړۍ هم ښه شېبه پرې کړه.
سبا سهار يې نبي جان د عملياتو کوټې ته يووړ او تر هغه چې يې بېرته د عملياتو له کوټې څخه نه و راويستلې، د امان الله زړه درزېده.
د شپې يوولس بجې وې چې نبي جان په سد شو. د بې سدۍ لپاره يې ډېره دوا ورکړې وه. په دغه وخت کې د امان الله سترگې خوږې شوې وې. کوم نرس يې هم پر سر نه و ولاړ. د نبي جان رنگ د سترگو له غړولو سره سم وتښتېد. حېران شو. کله هم داسې کار نه و پرې شوى. ډېر وخوځېد - راوخوځېد، خو هېڅ توان يې په ځان کې ونه ليد.
ورو يې امان الله ته غږ کړ. د هغه سترگې لا هماغسې خوږې وې، خپل اواز يې يو څه نور هم لوړ کړ. امان الله راويښ شو. خوشحاله شو چې د نبي جان غږ يې واورېد، خو نبي جان ډېر وارخطا ورته ښکاره شو. نبي جان په ډېر ټيټ غږ ورته وويل:
ـ په بې سدۍ کې څه کانه راباندې شوې ده. څه وکم؟ ځاى مې لوند کړى، پرتوگ...
نبي جان نوره خبره له شرمه پوره نه کړاى شوه. امان الله له ځايه د جگېدلو تکل وکړ، په کټ کې راکېناست، خو سر پرې دروند و. له کټ نه د پورته کېدلو توان يې په ځان کې ونه ليد. څو پرله پسې چغې يې وکړې:
ـ ډاکټر صايب!
ـ بازمحمدخانه!
ـ بازمحمده وروه!
يو ځل بيا يې هم دغه نومونه په لوړ غږ تکرار کړل. څه شېبه وروسته بازمحمد راپيدا شو. سترگې يې موښلې. دغه کوټه د دوى د کوټې په څنگ کې وه. ويې پوښتل:
ـ څه دي، په دې نيمه شپه کې...
نبي جان غلى پروت و، هېڅ يې نه ويل. بازمحمد د هغه د سيروم کڅوړې ته وکتل. نيمه لا پاتې وه. امان الله هغه په خبره پوه کړ، خو بازمحمد په غصه شو:
ـ زه څه وکم؟
امان الله زارۍ ورته کولاې:
ـ پرده يې وساته!
بازمحمد په توندۍ ځواب ورکړ:
ـ زه مرداري نه شم پاکولى.
له جېبه يې دسمال راوويست او پزې ته يې ونيو. امان الله بيا ورغږ کړ:
ـ د خداى خاطر وکړه.
بازمحمد خپل غږ اوچت کړ:
ـ په دا نيمه شپه اوس ستاسې مردارۍ درپاکې کم...
امان الله په غصه شو. د کټ څنگ ته پر مېز يې يوه لويه مڼه پرته وه، هغې ته يې لاس کړ. بازمحمد هماغسې په قهر غږېده او د کوټې د دروازې پلو روان و:
ـ اوس به ستاسو مردارۍ پاکوم... مردارو... ناولو...
او امان الله مڼه په لاس کې ښه ټينگه کړه او خپل زور يې سره يو ځاى کړ. د مخامخ شيشې کړنگار واورېدل شو:
ـ بچ مې کړې کنه، د دوس زو...
د شيشې د ماتېدلو غږ د روغتون په دهلېزونو کې انگازه جوړه کړه. په لږه شېبه کې انا د دوى کوټې ته ورننوتله. بازمحمد دا وخت د دوى له کوټې نه وتلى و. انا وپوښتل:
ـ څه خبره ده؟
نبي جان هماغسې چوپ و. امان الله غوښتل چې خبره ترې پټه کړي، خو داسې خبره وه چې نه شوه پټېداى. هغه يې په ټوله پېښه خبره کړه. د هغې په څېره کې هم يو څه بدلون راغى. په نيمه نيمه کۍ پښتو يې وويل:
ـ اخر دا وظيفه خو بازمحمد دى.
له کوټې نه ووتله، بازمحمد ته يې په تروه ټنډه وويل:
ـ زه فکر کوم سبا به ستا کار دلته نور پاى وى.
د نبي جان سترگې بېرته پټې شوې وې. بېرته د بې سدۍ څپه پرې ورغلې وه. يا خو ښايي د بازمحمد سپکو سپورو هغه بې سده کړى و. انا په بيړه کوټې ته ورننوتله. صابون، ځان پاکى او نوي کالي هم ورسره وو. په يوه شېبه کې يې د امان الله کالي وربدل کړل. امان الله ځان ويده کړى و، خو کله کله به يې د سترگو په کونجو کې هغه څارله. رښتيا لکه يوه خور چې د خپل کشر رنځور ورور خدمت کوي او هغه نوره هم پر امان الله گرانه شوه.
د امان الله کين اړخ ته پروت زخمي ټوله شپه په زگېرويو تېره کړه. په سبا يې د هغه حالت نور هم خراب و. ډاکټران به د دوى کوټې ته تاوده تاوده راتلل. يوه شېبه به په خپلو کې سره وغږېدل، بيا به پر زخمي ورټول شول. زخمي زلمى نور هم ژېړ شوى و. نن د نبي جان او امان الله خپل خپلوان هم راغلي وو، خو زلمي دلته څوک نه لرل، ځکه خو يې تر اوسه پورې څوک پوښتنې ته نه وو ورغلي. انا هم نن زياته سرگردانه وه. د زخمي زگېرويو هغه نوره هم ځوروله او هغې به شېبه په شېبه د زلمي سيروم کنټرولول.
دوه تنه ډاکټران ورننوتل. د زخمي زلمي د چوپرکټ يوې او بلې خوا ته ودرېدل. لږه شېبه وروسته يې يوه مخ ورواړاوه او په کوټه کې ټول کسان يې مخاطب کړل:
ـ د دغه ځوان د وينې گروپ صفر (o) دى. وينې ته يې سخته اړتيا ده. پرته له وينې نور يو ساعت هم د ده د ژوند امکان نه شته...
په کوټه کې ټول ولاړ او ناست کسان همغې خوا ته متوجه شول. بيا دويم ډاکټر د لومړني ډاکټر له خولې نه خبره واخيسته:
ـ له موږ سره د دغه گروپ وينه خلاصه شوې ده. دى هم ستاسو ورور دى. ستاسو د وينو گروپونه به وگورو. ده ته وينه ورکول به لوى اجر ولري.
په کوټه کې هېچا هم څه ونه ويل. د لومړي ډاکټر غږ بيا اوچت شو:
ـ که نه وي... دى هسې هم...
او نوره خبره يې خداى زده څنگه بشپړه نه کړه. بيا هم چا غږ ونه کړ. ټولو خپل سرونه ځمکې ته ټيټ کړي وو. انا د زخمي د سيروم څاڅکي لږ څه نور هم گړندي کړل. ډاکټرانو ته ورنږدې شوه او ويې ويل:
ـ زما د وينې گروپ هم (o) دى. زه وينه ورکوم.
دواړو ډاکټرانو حېران حېران يو بل ته سره وکتل. بيا يې په څېره کې د پوښتنو نښې څرگندې شوې. انا خپله خبره په يو څه نور جديت سره تکرار کړه:
ـ زه وينه ورکوم او خامخا يې ورکوم.
امان الله ورغږ کړ:
ـ د نر بچۍ!
او لږه شېبه وروسته د زخمي زلمي د سيروم د کڅوړې پر ځاى، د وينې سره کڅوړه د هغه پر سر ځوړنده وه.
د ماښام اته بجې زخمي زلمي خپل زگېروي بس کړل او د هغه مړى يې په بيړه د دوى له کوټې نه بهر کړ. انا يوه خوا بله خوا منډې وهلې. لکه چې رښتيا د هغې کشرى ورور مړ وي، اوښکې يې روانې وې. امان الله ترې وپوښتل:
ـ له دومره وينې سره هم مړ شو... ؟
انا په غمجن غږ ورو شانته وويل:
ـ نه د پاتې و، جوړېده نه، هسې هم.
او امان الله ترې بيا هم بيړه وپوښتل:
ـ چې د پاتې نه و، نو تا بيا ولې وينه ورکوله!؟
انا په هماغسې غمجن غږ ځواب ورکړ:
ـ پاتې کېدل او نه پاتې کېدل بېله خبره، خو زما ډاکټري لوست، د هغه خدمت زما وظيفه او... او...
لږه شېبه وځنډېدله او بيا يې خپل غم ځپلى غږ اوچت کړ:
ـ خو که هغه نيم ساعت ژوند هم کولاى شو، زما په وينه، ما بايد دغه وينه خامخا ورکړې واى، دا زما بشري وظيفه و... دا پر ما د هغه حق...
لکه هېڅ چې پر خپل ځان نه پوهېږي، همداسې لگيا وه:
ـ د هغه حق... د هغه حق... پر موږ ټولو د هغه حق...
او هغه پر امان الله نوره هم گرانه شوه.
***
دوه مياشتې او پنځه ورځې وروسته چې امان الله له روغتون څخه رخصتېده، نو د ډېرو خبرو په باب يې نظر بل ډول شوى و. لکه چې اوس کوم بل امان الله له روغتونه رخصتېږي.
لکه چې هغه دا ځل يو نوى حقيقت موندلى و.
خداى خبر کوم ((نوى حقيقت))!؟
پېښور
٧/٥/١٣٧٠ل. ـ٢٩/٧/١٩٩١ع.
هوښیار اتلان
دا لنډه کيسه نه ده، يوه نثري طرحه غوندې ده، خو څرنگه چې گران ايمل پسرلي د ((ډيوې)) د کيسو په ځانگړې گڼه کې خپره کړې ده، نو راځي تاسې يې هم زما د کيسو په دغه ټولگه کې ولولئ.
زرین انځور
داسې ژمى کله هم پر کابل نه و راغلى. ټوپونه ټوپونه واوره پرته وه. واوره هم هغسې په زور کې وه. د کابل استوگن حېران وو. نه برېښنا وه، نه لرگي، نه سکاره، نه تېل او نه د سون لپاره کوم بل څه، اخر دې خلکو خوارانو به ځانونه په څه تودول؟
کابل هم حېران و، کابل د خپلو بچو د ژوند او کړاو هرې پاڼې ته همداسې حېران و، لکه دغه اوس. خو اخر دې خوارکي څه کولى شول؟
واوره نوره هم درنه شوه. خلک نور هم وارخطا شول. کابل نور هم حېران شو، د هغه د غږ انگازه په ټول ښار کې خپره شوه...
ـ نور مې هېڅ له وسه نه دي پوره. راځئ ځان درته سېزم. اور راواچوئ، گرانو بچو راځئ تاوده شئ.
او بچو يې په خپل لاس کابل ته اور واچاوه. له ټول کابله د اور لمبې تاوې - راتاوې شوې. د کابل بچي له دغو لمبو تاو راتاو شول. تاوده شول. خوشحاله شول. مست شول. په گډا شول.
او په سبا يې د کابل د تاريخ پر انگار له خپلو غوښو خپل ځان ته کبابونه پخول.
موږ څومره هوښيار اتلان يو!؟
۱۳۷۲ل. (د مرغومي ۱۷)
دلته غرونه نه دي هسک
د ((بېکراى)) گڼه گوڼه چې څنگه پاى ته ورسېده، نوهغه بيا هم له خپلې امسا سره راښکاره شو.
دا له پوره ډېرې مودې راهيسې د پرله پسې تکرار لړۍ وه. تاسو به حېران شوي ياست چې دغه ((بېکراى)) يې لا څه بلا شوه؟ خو هغوى چې دلته په اروپا او بيا په جرمني کې اوسي، نو له ((بېکراى)) سره خامخا اشنا دي. ((بېکراى)) يو دوکانگوټى دى. يو داسې دوکان دى چې هم نانواى دى، هم سماوار، هم يو کوچنوټى رستوران او يو دمه ځاى. دلته هم تازه پخه ډوډۍ خرڅېږي، هم يوه پياله کافي او چاى. ډول ډول ډوډۍ په کې خرڅېږي. سپينه، توره او منځنۍ شان، د غنمو، جودرو او وربشو او يا خو گډوله. داسې ډوډۍ هم په کې وي چې په منځ کې يې پنېر او يا د غوښې کومه ټوټه پرته وي. د دوکان يو اړخ ته او يا د دوکان په منځ کې د انسان له قد سره برابر مېزونه درېدلي دي او پرته له دې چې څوکۍ ولري، خلک اخيستې ډوډۍ له کافي سره خوري او يو شېپه دمه هم کوي. يا يوازې کافي څښي او په خپلو کې مجلس سره کوي. په ځينو ((بېکرايو)) کې بيا يو دوه داسې مېزونه هم وي چې شاوخوا ته يې څوکۍ پرتې وي، خو زما په ((بېکراى) کې يوازې يو مېز داسې دى چې دوه څوکۍ يې يوې خواته پرتې دي او دوه بلې خواته.
دا دى شپاړسم کال پوره شو چې زه جرمني ته راغلى يم او څو مياشتې دپاسه اته کاله کېږي چې په همدغه ((بېکراى)) کې کار کوم. د ((بېکراى)) کار پوره ستړى کار دى. ما سره يو ځاى، زما يو بل افغان دوست هم کار راسره کوي. سهار بايد پنځه بجې له خوبه راويښ شم او ځان ((بېکراى)) ته ورسوم. ډوډۍ بايد پخه شي. اوړه تيار اغږلي پراته وي او د ډوډۍ پخولو داسې داش هم لرو چې په يوه شېبه کې شکرونه شکرونه ډوډۍ په کې پخېدلاى شي. ځينې خوږې ډوډۍ او نورې ډول ډول ډوډۍ پخې راته راځي. د چاى او کافي ماشينونه (يو ډول سماوارونه) بايد چالان کړو او د سهار اوو بجو ته بايد هر څه چمتو وي. سره له دې چې موږ ټوله ورځ، ان تر ماسخوتنه کار کوو، خو د کار اصلي زور مو همدغه د سباناري په وخت کې دى. دغه خلک چې سهار دوخته له کوره وځي، نو زياتره يې په کور کې سبانارى نه کوي. بس همدغه د لارې له سره د سباناري لپاره له ځانه سره څه شى واخلي. په موټر يا بس او گاډي کې يې خوري او يا که د تمېدو لپاره لنډ وخت لري، نو دلته هم دمه وکړي او هم کافي وڅښي او بيا خپل کارته روان شي.
د گهيځ له خوا له همدې کبله زموږ په ((بېکراى)) کې پوره زياته گڼه گوڼه وي. موږ تر اتو - نهو بجو پورې داسې بوخت يو چې د غوږ گرولو ته هم نه وزگارېږو. خو له دغه وخت وروسته بيا وزگار شو. له دغه وخت وروسته نو خال خال کسان راځي.
ښاغلى توماس فيشر په همدغه وخت کې له خپلې امسا سره راپيدا شي. هره ورځ د سهار د لسو او لس نيمو بجو په منځ کې ((بېکراى)) ته راننوځي. ماته د سر په اشاره يو سلام وکړي او بيا نو هماغه مېز ته ځان ورسوي چې شاوخوا ته يې څوکۍ پرتې دي. هلته پر خپل همېشني ځاى کېني، خپله خولۍ پر مېز کېږدي. که ژمى وي خپل کوټ هم وباسي او په خپل څنگ کې په پرتې څوکۍ کې يې کېږدي. خپله امسا شاته د دېوال کونج ته تکيه کړي، بيا نو زما خواته يوه موسکا شان وکړي او راغږ کړي:
ـ عبدل! کاروبار ښه دى؟
او زه ورغږ کړم:
ـ هر څه ښه دي او ته ښاغلى فيشر؟
ـ ښه يم، ښه يم، نن شپه مې هم سبا کړه!
زما او د ښاغلي توماس فيشر د خبرو پيل تقريباً په همدغه تکراري بڼه وي. زما خپل بشپړ نوم عبدالسلام دى، خو د دې ځاى له دود سره سم دې ته اړ وتم چې د خپل نوم لومړۍ برخه ((عبدل)) د خپل اصلي نوم او دويمه برخه ((سلام)) يې د کورنۍ د نوم يا تخلص په توگه ثبت کړم. ښاغلى فيشر هم د ډېرو نورو په څېر ما ((عبدل)) بولي او څرنگه چې هغه د پوره اوږده عمر بوډا دى، زه د درناوي لپاره هغه ښاغلى فيشر بولم. زما او د ښاغلي فيشر ترمنځ چې دغه تکراري ستړي مشي پاى ته ورسېږي، نو زه يوه شېبه وروسته د هغه مېز ته د تل په شان يوه وچه کوچنۍ ډبل ډوډۍ چې په منځ کې يې يوه ټوټه پنېر او غوښه پرته وي، له يوې پيالې کافي سره وروړم او بېرته ترې راوگرځم. په دې وخت کې نو زه هم خپل سباناري ته وزگار شوم يم. له لنډې شېبې ځنډ وروسته زه هم د هغه څنگ ته سباناري ته کېنم. زما او د ده مجلس، سره له دې چې اوس تکراري شوى دى، خو چاره مو ترې نشته. د ده لپاره زه غنيمت يم چې لږ تر لږه د بنډار يو څوک خو ورته پاتې دى او زما لپاره هم، دى غنيمت دى. يو خو ښاغلى توماس فيشر زما هېمشنى په اصطلاح ((مشتري)) دى او بايد خيال يې وساتم او بل دا چې زه هم کار دومره ستړى کړى يم چې يوه شېبه دمه او مجلس مې زړه غواړي او اوس خو نو دغه مجلس زموږ د دواړاو په يو ډول عادت بدل شوى دى او خداى شته زه هم د ورځې په دې وخت کې د هغه راتگ ته سترگې پر لاره يم.
توماس فيشر اوس د اته اويا کالو دى، له وجوده روغ ښکاري، خو خپله د بورې (شکر) له ناروغۍ سر ټکوي او درې مياشتې مخکې چې دى څو پرله پسې ورځې ((بېکراى)) ته رانغى، نو زه ډېر حېران وم چې څه خبره شوې ده؟ خو له دوو اونيو وروسته چې هغه ((بېکراى)) ته راننووت، نو له راتگ سره يې ماته وويل:
ـ عبدل، بس پر مرگي زورور شوم کنه...
او چې ما ترې په تعجب وپوښتل:
ـ ولې، ولې خير، خو و ښاغلى فيشر؟
نو هغه دا ځل وخندل او ويې ويل:
ـ نه نه، هسې ټوکه مې وکړه... د زړه داسې کوچنى شان بريد و، ترې بچ شوم!
او بيا يې ورو ورو خپلو خبرو ته ادامه ورکړه:
ـ دومره مهمه نه ده، په دې عمر کې نو دا شيان عادي خبره ده... مهمه نه ده... دومره مهمه نه ده...
په دې توگه نو ښاغلي فيشر، له دې وروسته کله کله له زړه هم يو، نيم شکايت کاوه، خو يا به رښتيا هم ډېر مهم نه ورته ښکارېده او يا به يې په ښکاره همداسې څرگندوله. له ما سره د توماس فيشر د مينې او علاقمندۍ يوه بله وجه هم وه. هغه پخوا د برېښنا انجينر و او د جرمني له خوا د برېښنا د توربينونو جوړولو په يوه ډله کې څو دېرش کاله پخوا افغانستان ته هم تللى و. ويل يې په ((ماهيپر)) کې مې هم دنده ترسره کړې ده. هغه يوه ورځ ماته وويل:
ـ ما د نړۍ ډېر ځايونه ليدلي دي، خو ((ماهيپر)) ماته يو رمانتيک حالت راباښه. اوس هم چې کله د هغه په باب سوچ کوم، لکه د ښاپېريانو او دېوانو په سيمه کې چې يم، هغه غرونه عجب پرتم لري.
بيا يوه شېبه چوپ شو، لکه چې څه يادونو له ځانه سره په هوا کړى وي. له پوره ځنډ وروسته يې وويل:
ـ زما غرونه ډېر خوښ دي، زه په غرونو مين يم، خو څه وکړم؟ دلته... دلته... غرونه نه دي هسک!
ما ته دې خبرې چندان اهميت نه لاره. موږ خو له هماغو اوچتو غرونو، دا دى دلته راورک شوي وو. زه د اوچتو غرونو پر ارزښت او ښکلا هم دومره نه وم باوري، خو دومره پوهېدم چې ښاغلي فيشر ته دغه ټکى ځانگړى ارزښت لري او ښايي له ما سره دومره علاقمندي او هره ورځ زموږ ((بېکراى)) ته د هغه د راتگ يوه وجه به همدا وه چې هغه زموږ له غرني هېواد سره خپله ماضي يو ډول تړلې ليدله. هغه د غرونو په باب يوه ځانگړې نظريه هم لرله. دا به ښايي د هغه خپله ((تيوري)) وه. يوه ورځ يې ماته وويل:
ـ پوهېږې عبدله! غرونه د خداى د پرتم نښه ده. چېرته چې غرونه دي، هلته پرتم دى.
ماته يې يوه لنډه شېبه رډ رډ وکتل او خپله خبره يې پسې اوږده کړه:
ـ زه په دې باب ځانگړى نظر لرم. زه د برېښنا متخصص يم. زه د غرونو پر پرتم ډېر ښه پوهېږم. د واورو او اوبو اصلي سرچينه هلته ده. چېرته چې غرونه وي، هلته د برېښنا بندونه په ډېرې اسانۍ جوړېدى شي. که زه ستاسو په هېواد کې واى او له واکه مې پوره واى، نو د برېښنا بې شمېره بندونه به مې جوړ کړي واى. هلته يوازې همدغه يو کمى دى، نور د هېڅ شي کمى نشته...
د کافي بله توده پياله مې ورته مخې ته کېښوده او هغه وويل:
ـ خو اصلي خبره د غرونو ښايست دى، د غرونو پرتم دى. ته نه پوهېږي چې په ختيځ کې ولې هر څه پرتمين دي، لکه د تاريخ په څېر...
او ما به د هغه خبرو ته يوازې سرخوځاوه او هو! هو! به مې ورته کول. نور نو د ده د ((تيورۍ)) په هکله زما سر نه خلاصېده. ماته دغه هر څه عادي برېښېدل او ماته خو لا زموږ د وروسته پاتې والي يوه اصلي وجه دغه بې شمېره غرونه ښکارېدل. ما په همدې هکله فکر کاوه چې هغه خپله خبره پسې راواخيستله:
ـ دا يې لا پرېږده چې غرونه د څه ډول کانونو لرونکي دي، غرونه په حقيقت کې د سرو زرو ټوټې دي. دا يې يوې خواته پرېږده. زما يې له دې سره هېڅ کار نشته. زه د کانونو په باب دومره معلومات هم نه لرم او ماته ستاسو په غرونو کې هم په دې اړه چندانې معلومات نشته، خو بې څه نه راته ښکاري، تاسو اصلاً د هغه په ارزښت نه پوهېږئ. له دې خبرې سره ښايي زما په څېره کې هغه څه بدلون ليدلى وي.
ځکه يې په بيړه راته وويل:
ـ بښنه غواړم، مقصد مې دا و چې له دې زيات ارزښت بايد ولري چې تاسو ته ښکاري، خو زما يې له دې سره کار نشته. ماته هغه غرونه هسې هم ښکلي ښکاري، پرتم په کې وينم.
بيا يې لکه له ځانه سره چې غږېږي، خپلې خبرې پسې اوږدې کړلې:
ـ خو دلته غرونه نه دي هسک! دلته غرونه...
***
ښاغلي توماس فيشر پنځلس کاله پخوا تقاعد اخيستى و، خو د خپل کار په وخت کې يې ډېرو هېوادونو ته سفرونه کړي وو. په ختيځو هېوادونو کې يې د جرمني د برېښنا د متخصصينو په ډلو کې گډون کړى و. په مصر، هند، ماليزيا او ځينو نورو ځايونو کې يې هم څو څو کاله يا څو څو مياشتې وخت تېر کړى و او ښايي له همدې کبله يې له ختيځ سره ځانگړې مينه لرله. زه د هغه د ځانگړي ژوند په هکله هم دومره ډېره نه پوهېدم، خو يوه ورځ يې ماته په خبرو خبرو کې وويل:
ـ په ځوانۍ کې مې ښځه وکړه. درې کاله يې يو ځاى راسره تېر کړل. بيا سره جلا شو. هغه خپله جلا شوه. د هغې داسې خوښه وه. يوه لور ترې لرم. هغه لور مې هم يو دوه کاله له هغې سره وه، خو بيا هغې بل مېړه وکړ او لور يې ماته راپرېښوده. زما د کار له امله مې لور هم د کوچنيانو او بيا د ځوانانو په استوگنځايونو کې ډېر وخت ژوند وکړ. کريستينا خو ته کله کله وينې. په مياشت کې يو ځل زما ليدو ته راځي او د شنبې په ورځو کې دلته هم څو ځله راسره راغلې ده.
رښتيا هم له ښاغلي فيشر سره د شنبې پر ورځو د هغه لور هم ((بېکراى)) ته راغلې وه او پر هر ځل يې ماته راپېژندلې وه:
ـ عبدل، دا خو نو کريستينا، زما لور ده.
او ما هغې ته هر ځل ښه په گړه - بړه هر کلى ويلى و. ښاغلي فيشر خپله د ژوند کيسه پسې اوږده کړه:
ـ څو کاله کېږي چې خبر شوم، هغه ښځه مې مړه شوې ده. په کوم لرې ښار کې اوسېدله. زه او کريستينا يې له مرگه څو مياشتې وروسته ترې خبر شولو. ويل کېږي چې د کولمو سرطان ورته پيدا شوى و... خو په سره جلاوالي کې زما هېڅ گناه نه وه. هغې نور له ما سره گډ ژوند ته زړه نه ښه کاوه او ما هم ((مخه ښه)) ورسره وکړه. بيا مې نو بلې ښځې ته زړه ښه نه کړ. په دا دومره کلونو کې مې څو انډيوالانې پيدا کړې. يو ځاى سره واوسېدلو، خو ودونه مې ورسره ونه کړل. اوس نو په واده کې کوم پرتم نه راته ښکارېده، کو م ارزښت نه راته په کې ښکارېده...
بيا يې نو په کټ کټ وخندل او چې خندا يې پاى ته ورسوله، نو ويې ويل:
ـ ته خو خبر يې چې دلته غرونه نه دي هسک!
څرنگه چې ښاغلى فيشر اوس له يوې خوا يوازې و او له بله پلوه پوره کمزورى شوى هم و، نو د بوډاگانو په استوگنځي کې اوسېده. دلته چې خلک بوډاگان شي، نو له خپلو اولادونو سره يا خو هېڅ اړيکي نه لري او که يې ولري هم، اولادونه يې غواړي چې سپين ږيرى پلار يا سپين سرې مور د بوډاگانو استوگنځي ته واستوي چې ځان يې له جنجاله خلاص کړي. بس چېرته په مياشت دوو کې يې پوښتنه وکړي او ليدو ته يې ورشي. يا خو يې په څو اونيوو کې يو ځل تلفوني احوال اخلي. د ښاغلي فيشر استوگنځى هم اوس داسې يوه کوچنۍ کوټه وه چې د کوټې په يو کونج کې يې پخلنځى لاره او ښه يې دا وه چې خپل ځانگړى تشناب او لمباځى يې هم لرل. په ځينو داسې استوگنځيو کې لکه د روغتون په څېر د بوډاگانو بشپړه څارنه کېږي. هر څه ورته د نورو له خوا پخېږي، خو دغه استوگنځى بيا داسې نه و. ښاغلي فيشر به ويل:
ـ زما هغه استوگنځي نه دي خوښ. هلته خو سړى بس مرگ ته بايد ورځې وشمېري. زه خو دا دى روغ جوړ يم. همدغه استوگنځى مې خوښ دى. خپله يې ځانته پخوم او په خپله خوښه يې خورم. په مياشت کې يو ځل کريستينا هم راځي او يو څه خدمت مې هغه هم کوي. کله کله خو هغه ډېر څه راپاخه کړي او په يخي (يخچال) کې يې راته کښېږدي. هماغه خورم.
د ښاغلي فيشر لور کريستينا واده نه و کړى، خو له يو انډيوال سره اوسېدله. بس خو داسې يې وگڼئ، لکه واده چې يې سره کړى وي. يوازې ليکلى سند يې ترمنځ نه و. ښاغلى فيشر به ويل:
ـ تر ډېرو اولادونو ښه ده. د دې زمانې اولادونه خو له مور و پلار لرې تښتي. مگر کريستينا داسې نه ده، پرې گران يم. په مياشت کې يو ځل راځي، کله چې ډېره بوخته وي، نو ټېلفون راته وکړي چې بيا به بله اوونۍ درشم. زه خو وايم چې د دې زمانې په اولاد دا هم ډېره ده.
بيا يې نرۍ شان خندا وکړه او زياته يې کړه:
تا ته خو ما څو ځله ويلي چې دلته غرونه نه دي هسک او چېرته چې غرونه نه وي هسک، هلته همداسې وي، زما په ((تيوري)) خو ته پوهېږې.
او ما په بيړه بيړه ورته وويل:
ـ پوهېږم، پوهېږم...
خو رښتيا خبره دا ده چې تر اخره پورې نه د هغه په ((تيورۍ)) پوه شوم او نه هم د هغه د خبرو څه ارزښت راته څرگند و. ما اوس هم يوازې غوښتل چې له خپل همېشني ((مشتري)) سره ښه بنډار وکړم او داسې خو دغه خبرې هم د بنډار تر حده راته ارزښتمنې ښکارېدې. نور يې نو ما له ((نظريې)) او د خبرو له ژوروالي سره هېڅ کار نه لاره.
يوه ورځ هغه ((بېکراى)) ته رانغى. په سبا چې يې راغى، نو ما يې په څېره کې د غم څه نښې نښانې له ورايه وليدلې. راغى او پر خپل همېشني ځاى کېناست. څېره يې د پخوا په څېر خندانه نه وه او ماته يې هم په لوړ اواز راغږ نه کړ. زه ورنږدې شوم:
ـ سهار په خير ښاغلى فيشر!
او هغه همدومره وويل:
ـ سهار په خير!
ما ترې وپوښتل:
کافي راوړم؟
هغه د لاس په اشاره وپوهولم چې رايې وړه. ما لکه د تل په څېر د هغه سبانارى د هغه مخې ته کېښود. خپله د کافي پياله مې هم راوړله او هغه ته مخامخ کېناستم. هغه چې له خپلې تودې کافي څو گوټه وکړل، نو خپله يې خبره پيل کړه:
ـ پرون رانغلم. د خپل دوست ((کلاين)) د ښخېدلو مراسمو ته تللى وم. هغه مو هم پرون خاورو ته وسپاره. هغه هم راځنې لاړ. ښاغلى کلاين عجب ښه دوست و، هغه هم يوازې پرېښودلو...
ما د تسليت لپاره ورته وويل:
ـ ښاغلى فيشر، ژوند همداسې یوه لوبه ده. د ژوند د لوبې پاى خامخا د مرگ په گټه وي...
هغه له خپلې کافي يو بل گوټ وکړاو ويې ويل:
ـ دا څو کاله کېږي چې ياران سر پر سر رانه جلا کېږي. پخوا مو د مجلس او بنډار لپاره ياران لرل. همدغه د بوډاگانو په استوگنځي کې مې هم د خبرو لپاره يوه ښه ډله انډيوالان لرل، يو يو يې لاړل. اوس مې د طبعې هېڅ انډيوال نه دى راپاتې. کله کله خو په دې ټوله نړۍ کې ځان يوازې راته ښکاره شي. لکه هېڅوک چې مې د پوښتنې نه وي. لکه هېڅ دوست چې مې نه وي، لکه چې هېڅوک هم مينه نه راسره کوي. ژوند دا دى داسې يو پړاو ته راورسېد. ژوند دا دى پر داسې لاره روان کړي يو...
دا ځل لکه چې ښاغلى فيشر ډېر ناهيلى ښکارېده. ټول شکايت شکايت و. ما کله هم دى دومره ناهيلى نه و ليدلى. ما بيا هم د تسلۍ او د زړه د ډاډ لپاره ورته وويل:
ـ ښاغلى فيشر، ژوند دومره هم په تشويش نه ارزي. غم او ښادي خو نو هسې هم د ژوند دوه همېشني ملگري دي...
هغه خپلې سترگې د خپلې کافي په پياله کې لکه چې ورښخې کړې او بيا يې هم په ناهيلۍ سره وويل:
ـ عبدل! زما په ((تيوري)) کې ژوند له دغه عادي راشه درشه څخه، له ښکاره جوړ تازه نه يو څه ژور دى. لکه د برېښنا د مزو په څېر، لکه د برېښنا د رڼا د پرتم په څېر، لکه د غرونو د اوبو د چينو په څېر...
بيا يوه شېبه وځنډېد، ماته يې راوکتل او خبرې ته يې ادامه ورکړه:
ـ خو دلته ژورتيا له موږ نه ورکه شوې ده. موږ ډېر نوي او ډېر په زړه پورې شيان موندلي دي، ډېر مخ پر وړاندې تللي يو، خو ډېر خواږه شيان مو له لاسه هم ورکړي دي، هغه بيا نه راگرځي.
لکه چې خبره يې په ستوني کې نښتې وي، له يو دوه پرله پسې ټوخيو وروسته يې بيا خبره پسې راواخيسته:
ـ دلته د ژوند هغه اصلي خواږه له موږه ورک دي، له مانه خو ورک دي. باور کوې چې د زړه د تړلو هېڅ شى، هېڅوک هم نه دي راپاتې...
خپل غږ يې نور هم ټيټ کړ:
ـ ان دغه لور مې هم نوره له ما سره تنگېږي. کله چې په مياشت کې يو ځل زما پوښتنې ته راشي، نو زه پرې پوهېږم چې ژر زړه تنگې شي او غواړي چې په بيړه رانه رخصت شي. زه ځان نه پرې پوهوم، خو پوهېږم، له ډېرې مودې راهيسې پوهېږم.
ايله بيله چې يې په شونډو کې نرۍ موسکا راڅرگنده شوه:
ـ عبدل! خبرې مې غمجنې شوې. بخښنه غواړم. خپه نه شې. تاسو ښه ياست. تاسو که ډېر څه نه دي ترلاسه کړي، ډېر څه مو له لاسه هم نه دي ورکړي. نه پوهېږم، نه پوهېږم... زه خو داسې فکر کوم، نه پوهېږم.
او بيا هم لکه له ځانه سره چې غږېږي:
ـ هو دلته غرونه نه دي هسک!
***
ورځې همداسې تېرېدلې. څلور پرله پسې ورځې ښاغلى فيشر راښکاره نه شو. زما تشويش زياتېده. په څلورمه ورځ چې هغه ((بېکراى)) ته رانغى، نو نور هم په فکر کې شوم چې هسې نه بيا روغتون ته رسېدلى وي. په څلورمه ورځ ماسپښين مهال د هغه لور کريستينا ((بېکراى)) ته راننوتله.
په خواشينۍ يې ستړي مشي راسره وکړل او مخکې له دې چې زه ترې د پلار پوښتنه وکړم، راته ويې ويل:
ـ ښاغلى عبدل! زما پلار مړ شو. غواړم تا خبر کړم. ته د هغه دوست وې.
او بيا يې ماته په لاس کې تياره نيولې يوه پاڼه راکړه، مخکې له دې چې پاڼه ولولم، په خواشينۍ مې ورته وويل:
ـ دا کله؟ دا څنگه؟
راته يې وويل:
ـ په خپله کوټه کې مړ پروت و. زه پرون ترې خبره شوه.
ما بيا هم په خواشينۍ ورته وويل:
ـ مېرمن کريستينا تاسو ته د دغه غم د زغم هيله کوم، ښاغلى فيشر ډېر خواخوږى دوست و. د هغه مرگ زما لپاره هم ډېر بدمرغه خبر دى.
کريستينا په داسې حال کې چې بېرته د وتلو تکل يې کاوه، ماته يې وويل:
ـ دوه ورځې وروسته يې د ښخولو مراسم دي. زه هيله کوم چې تاسو هم گډون په کې وکړئ. د هديرې پته او د ښخولو نېټه يې په دغه پاڼه کې ما ليکلي دي.
زما په لاس کې پاڼې ته يې اشاره وکړه. له يوې لنډې مخه ښې سره بېرته له ((بېکراى)) ووتله، خو د دروازې له درشله يې لا پښه نه وه اړولې چې بېرته راوگرځېده:
ـ ښاغلى عبدل، يو ځل بيا هيله کوم چې تاسو يې د ښخولو په مراسمو کې گډون وکړئ. دا د هغه خپل وصيت دى. ماته يې په يو کاغذ کې ليکلي چې که مړ شو، نو د هغه افغان دوست ښاغلى عبدل به خامخا خبروم... که واياست چې هغه کاغذ تاسو ته راوړم...
ما په بيړه ځواب ورکړ:
ـ نه نه، زه به هسې هم درځم، خامخا به درځم!
ـ دا ځل هغه په پوره ډاډ له ((بېکراى)) ووتله.
دوه ورځې وروسته مې د سهار په لسو بجو د ښاغلي فيشر د ښخولو مراسمو ته ځان ورورساوه. يوازې موږ درې تنه په دغو مراسمو کې حاضر وو: د هغه لور کريستينا، د کريستينا ملگرى اولف باچ چې زه يې همدا نن له نامه سره اشنا شوم او زه. نور نو هېڅوک نه وو.
کله چې پر هغه د يو بلدوزر په وسيله خاورې واړول شوې، ماته د هغه د ((تيورۍ)) ناڅرگندو اړخونو اوس خپلې نښې نښانې راڅرگندولې.
کله چې د هغه له هديرې راستنېدلم، لکه هغه چې له قبره غږ راته کوي. د هغه پرله پسې غږ مې په غوږونو کې انگازې جوړې کړې:
ـ عبدل! دلته غرونه نه دي هسک
جرمني - د کولن ښار
ښامار او ملنګ
دغه کيسه (افسانه) د ځانځانۍ د ښامار ملنگ ته، د ښامار سبک ته په يوه نږدې نثر کښل شوې ده. لنډه کيسه نه ده او که بشپړ شعر نه وي، نو د نثر او شعر ترمنځ يو څه يې وگڼئ. موضوع يې د کيسې (او پر خپل کلاسيک مفهوم - افسانې) په ځولۍ کې ځايېدى شي او له همدې امله مې مې د کيسو د ټولگې په پاى کې ورسره يو ځاى کړه.
زرين انځور
دربار جوړ شو،
ښامار کښېناست پر څوکۍ د واکمنۍ
((وژنوال)) د واکمنۍ يې سم ولاړ و سلامۍ ته
ښامار امر داسې وکړ وژنوال ته
راشه کښېنه، غوږ دې کېږده
يو ضرور خبره واوره پرې عمل کړه
وژنوال سلامي ورکړه بيا ځلي هم، او ورتېر شو
د ښامار، د لوى واکمن مخې ته کښېناست پر څوکۍ
ټول غوږ غوږ شو، اطاعت شو او تسليم شو
دواړه لاسه د تسليم يې پر سينه باندې وو ايښي
ښامار ورو شانته خبره شروع کړله
او پوه شو وژنوال د دې دربار چې څه د راز خبره شته ده
ښامار وويل وژنوال ته:
له هماغې شپې چې زه واکمن د ښار يم
له هغې شېبې مې هر څه په فرمان دي، په سلام دي
چې څه امر وي زموږه دوى هغه کا
هم قلنگ پر ځان مني او هم تاوان
دغه ټول ښار مې تسليم دى واکمنۍ ته
خو،
يو ملنگ د دې ښار څنډه کې اوسېږي
يو ملنگ د غريب اباد د غريب کلي
يو مشهور شانته ملنگ دى
بې پروا دى، قلندر دى
ښکاري داسې،
اطاعت د واکمنۍ چندانې نه کا
او هر ځاى هر چاته وايي:
پر ملنگ باندې قلنگ او تاوان نشته
ولې شته؟ څنگه نشته؟
موږ خو داسې امر چېرې کړى نه دى
وژنواله غوږ نږدې کړه چې له حال ځنې خبر شې
وژنوال خو اطاعت ته لږ څه نور هم شو ور وړاندې
او ښامار خبره بيا داسې ورپيل کړه:
زه خبر يم، زه خبر يم
څه پسات په دې ملنگ کې راته ښکاري
دى څه پاڼې توروي هم، کاغذونه ډکوي هم
د ښامار د راز کيسې کا
کله وايي: ځانځاني شانته ښامار دى
کله وايي اژدها ده، خونړۍ ده
يادوي همدغه موږه، په څه سپکو سپکو سپورو
دغو پاڼو کې پسات دى
کاغذونه پساتي دي
قلمونو کې پسات دى
قلمونه پساتي دي
زه د تورو د جنگونو مېړنى يم
له ټوپکه نه ډارېږم
دغه هر څه مې په مخ کې لکه خلي داسې ښکاري
خو نږدې شه وژنواله چې د حال خبره وکړم
له قلمه ډېر ډارېږم، له کاغذ مې زړه چوي
ټول رازونه قلم ليکي، ټول رازونه کاغذ وايي
زه پوهېږم، زه خبرېږم
د ملنگ سر کې فکرونه عجيبه دي
د افکارو کاروندگر دى
د فکرونو تخم شيندي په هر ځاى کې
په هر کور کې، په هر بڼ کې، هره لار کې
وژنوال، د لوى ښامار - د لوى واکمن اواز ته غوږ و
نور د راز پر دې کيسو يې سر خلاص نه شو چې خلاص نه شو
وه عجبه،
په علامت د پوهېدلو به يې ټول ځان خوځولو
ښامار وويل:
چې خبر دې کړم له دې بلې خبرې:
زه خبرېږم، زه پوهېږم
په ملنگ کې ډېر پسات دى
دى مين پر شړل شوي شهزاده دى
د هغه خبرې کاندي، د هغه يادونه ليکي
او زما د واکمنۍ د دبدبې کيسه کې نه دى
وايي وايي: راستنېږي د خوبونو شهزاده مې!
او دا خبرې د ټوپک جوړې گولې دي زما لپاره
لاړ شه، جگ شه، همدا اوس جگ شه له ځايه
ها ((مرگمله)) ډله واخله، چړې واخله، تورې واخله
او ټوپک درسره واخله
چې ملنگ درنه خلاص نه شي
پټ په پټه يې کړه ختمه د ژوندون هغه وربشه
چې کوم څوک ورباندې پوه نه شي خبر شه
څه پسات په ښار کې جوړ نه شي له دې نه
زه پوهېږم مريدان د ملنگ ډېر دي
زه پوهېږم چې ياغيان د قلنگ ډېر دي
دا پسات جوړ کړى دلته همدغه بدبخت ملنگ دى
ځه مرگمله - هاتورزنه ډله واخله او ورځه فرمان اجرا کړه
وژنوال جگ شو له ځايه
سلامي يې ورکړه بيا و لوى واکمن ته - لوى ښامار ته
او په بيړه له هغې ځايه راووت
په يوه درنگ کې چمتو شوه خونړۍ مرگمله ډله
او پر لور د ((غريب اباد)) وخوځېدل دوى
دوى گومان کړ چې په پټه به سر پرې د دې ملنگ کا
چې د کلي کس نا کس پرې خبر نه شي
لاړه ورسېده کلي ته دا ډله
وژنوال د ښار يې مخې ته روان و
لا خو نه وو رسېدلي دوى جونگړې د ملنگ ته
چې پرې کلى راخبر شو
که لويان که ماشومان وو، که د کلي بوډۍ ښځې
ټول راووتل له کوره، دروازو ته او کوڅو ته
او تنکۍ نيمزالې پېغلې، چټې چټې ښکلې پېغلې
د کورونو پر بامونو راښکاره شوې
لکه بامونو د کورونو چې گلان وي زرغون کړي
وژنوال هک پک حېران شو
ده ليدل چې چې مريدان د ملنگ ټول ناست دي دېره کې
د ملنگ جونگړه ډکه له عالمه
دى اوس پوه شو،
چې ملنگ کې رښتيا شته دي پساتونه
داسې نه ده چې گدا شانته ملنگ دى
عجيبه ده څه پاچا شانته ملنگ دى
که وژلاى يې ملنگ نو عالمونه خبرېدل پرې
فکر يې وکړ، کار خطا شو، راشه بله لوبه وکړه
دې ملنگ ته يې له ورايه نه ورغږ کړ
اى ملنگه! شکر وکړه
لوى واکمن د ښار يې ځانته وربللى
ورځه ورشه چې به څه مهرباني کا پر تا باندې
سر لوړي ده ستا لپاره
لوى برى د غريب اباد د غريب کلي
ملنگ کټ کټ په خندا شو
ويل: ښامار ته نه ورځمه
اژدها هم کله کړې پر کوم چا مهرباني ده؟
ورځه ورشه ورته وايه:
زما هلته د ورتگ څه امکان نشته
تاسو نه دي اورېدلي:
په ملنگ باندې قلنگ او تاوان نشته
او ملنگ بيا په خندا شو، د کټ کټ خندا يې وکړه
وژنوال يو ځل تکل د تورې وکړ او ټوپک ته يې خپل لاس کړ
له غضبه يې مخ سور شو، بيا تک شين شو له غضبه
کله چا هم د ده مخ کې گستاخي لا کړې نه وه
خو د لوى واکمن خبره ور په زړه شوه
((څه پسات په ښار کې جوړ نه شي له دې نه))
بس په بيړه راروان شو، غريب اباد يې شاته پرېښود
لوى واکمن ته، لوى ښامار ته يې کيسه د ملنگ وکړه
چې څه وشول څه راپېښ شول، عجيبه ده
د ملنگ داسې کيسه ده، د ملنگ دا کرشمه ده
***
يو څو شپې او يو څو ورځې، واکمنۍ کې دا خبره لږ سړه شوه
خو په ښار کې اوازه شوه، خو په ښار کې هنگامه شوه
چې ملنگ ته لوى ښامار ډېر په غصه دى
بيا څو ورځې هنگامه هم لږه کېناسته سړه شوه
او له خلکو ځنې هېره د غريب اباد د غريب کلي ها کيسه شوه
يو ماښام کې ښامار بيا هم وژنوال ځان ته وروغوښت
وژنوال بيا سلامي وکړه واکمن ته
واکمن وويل وژنوال ته:
راشه کېنه په خبره ځان خبر کړه
ما دا دومره وخت ځان غلى پر ملنگ کړ
پوهېدم چې بيا خبرې ترې جوړېږي
پساتونه ترې جوړېږي
هنگامې او اوازې ځنې جوړېږي
کنه اور مې د غضب په زړه کې بل دى
او سکروټې خو يې ته هم دا دى گورې
وژنوال د تائيد سر به خوځولو
نور يې هېڅ خبره نه کړه، نور يې اه له خولې نه، نه ويست
ښامار بيا خبره پيل کړه:
وژنواله! دا ملنگ خو اوس څه نورې کانې کاندي
نااشنا سندرې وايي، نااشنا سندرې ليکي
لاروى د نيمو شپو شي، راوځي د غريب اباد له غريب کلي
او تور تم کې د دې ښار کوڅو کې گرځي
نااشنا سندرې وايي، نااشنا خبرې کاندي
هاى فرياد کا، واويلا کا
منع شوې، ناويلې وينا کاندي
هغه تېرې کيسې خلکو ته کوي دى
ويده خلک له خوبونو پاڅوي دى
څه شېبه واکمن خاموش شو، وژنوال ته يې نظر کړ
خو خبره يې ډېر ژر بېرته شروع کړه:
که له مخې نه مو لرې دا بدمرغه ملنگ نه شي
خوند به څه د واکمنۍ وي
څوک به پوه په قلنگ نه شي
داسې وکړه وژنواله:
ځان چمتو کړه همدا اوس همدې شېبه کې
روانېږه په تور تم کې
دا تور تم ډېر مزه دار دى، دا تور تم يو نېکمرغي ده
رڼاگانې بدنامي ده، سهارونه بدمرغي ده
مرگملان درسره مل کړه او ورځئ غريب اباد ته
خوځانونه ښه چمتو کړئ
توره سمه چلوئ او ټوپک سم نښه کوئ چې
زخمي نه شي درنه پاتې، سمدلاسه چې فنا شي
د مجروحو فريادونه عالمونه خبروينه
د خوږلنو تاو خو زيات وي، له انگاره له لمبونه
له زخمونو ماجراوې بيا جوړېږي
توره سمه چلوئ به، ټوپک سم نښه کوئ به
چې څوک پوه درباندې نه شي، هر څه ختم شي تياره کې
وژنوال له ځايه پاڅېد،
سلامۍ ځنې راوروسته، رارخصت شوله ښاماره
له واکمنه، له سالاره، له باداره
او ملنگ خواته روان شو
ورسره وو يو څو تنه مرگملان هم
غريب اباد ته ټول روان شول
ټولو بيړه کړه پر لاره
رسېدل چې د ملنگ د دېرې خواته جوړ تور تم و
ملنگ اوس يوازې ناست و په دېره کې
په جونگړه، په حجره کې
د ښامار د ځانځانۍ وينا يې کړله په خلوت کې
او قلم يې خوځاوه پر کاغذونو
نااشنا شانته سندره يې د شونډو زمزمه وه
د جونگړې دروازه چې وژنوال ورډبوله
ملنگ راغى دروازه يې ورته بېرته په اخلاص کړه
هر کلى يې لا په شونډو کې جاري و،
چې بيا جوړ شولو قيامت پر ملنگ باندې
هم ټوپکې غږېدلې او هم تورې چلېدلې
بس د وينو رود روان شو له ملنگه
او د وره څنگ ته راپرېووت سندربول د نااشنا سويو سندرو يوه شېبه کې
چې سبا شو، چې رڼا شوه
غريب اباد ماتم اباد و
په ټول کلي کې وير گډ و او په ښار کې هم ماتم و
واويلا وه، د ملنگ د وير کيسې وې
اوازې وې، هنگامې وې
ويل تور تم کې بلاگانو دى وژلى، ښامارانو دى خوړلى
غريب اباد ماتم اباد شو ډېرې ورځې
ډېرې مياشتې، ډېر کلونه
د ملنگ د مرگ کيسې وې چې ژوندۍ وې، چې ژوندۍ دي
پر دې ښار د ښامارانو واکمنۍ دي
همه واړه بدنامۍ دي، بدمرغۍ دي
د ملنگ په وينو اوس هم سره وه ځمکه
د غريب اباد د کلي خلک به راتلل يې درناوي ته
ترې د تيږو يوه باره راچاپېر وه
او نندارې ته به يې تل خلک ولاړ وو ډلې ډلې
دوى ويل چې:
د کوم اختر د لومړۍ ورځې سباوون کې
له دې وينې راټوکېږي به يو ورځې هم هغسې ملنگان او
د ښامار د مرگ سندره غږوي به
اوازونه به يې خواږه وي، سندربول به وي له څېرمې
ها اشنا، نااشنا سندرې به د ټولو ترانې وي
بيده خلک پاڅوي به
او دا شاړې، شاړې لارې، کوڅې شاړې تودوي به
لوى واکمن، ها لوى ښامار راڅملوي به
کليوال او د ښار خلک هر اختر کې، سباوون کې
وي ولاړ هماغه ځاى ته،
هغې ځمکې ته چې وينه د ملنگ وه پرې توى شوې
په څه هيله څه امېد ولاړ وي هلته
خپل ارمان له وينو غواړي
ملنگان له وينو غواړې
لا تر اوسه لا تر کومه خداى خبر دى!؟
د دې ښار دا اسطوره ده
د دې کلي افسانه ده
١٣٦٨ل.