"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د ګل پاچا الفت نثرونه

Image Description

لیکوال:: ګل پاچا الفت

خدمتګار

هلته یو ړوند بې لارې روان و، هغه پر سمه لاره برابر کړ، مګر ړوند پوه نه شو، چې زما رهبر څوک دی.

یو بل په خواږه خوب ویده و، په خوا کې یې یوه منګري سر را اوچت کړ، هغه په بيړه وواژه او ویده هماغسې نا خبره پاتې شو. 

د شپې په مسجد کې ناروغه مساپر زګېروي کول؛ هغه یې په خدمت کې شپه سبا کړه، مساپر سباوون خواته مړ شو او خپل زړه سواندی خدمتګار یې ونه پېژاند. هغه پرلاره روان و، یوه ماشوم ته یې یو موټی مېوه ورکړه، مګر یوه هم ونه پېژاند، چې دی څوک دی.

له دې لویې لارې نه هغه ډېر اغزي او کاڼي لرې کړل، مګر څوک چې سبا ته په دې لاره راځي، د هغه له خدمت څخه نه خبریږي او هغه نه پېژني. 

په رښتیا چې، مونږ خپل خدمتګاران نه پېژنو او باداران ډېر ښه پېژنو!

یوازې 

ماشومان، ځوانان، سپینږیري د پسرلي مېلې ته روان وو. زه هم له دوی سره لاړم او په ډېرو ګڼو خلکو کې ننوتم. 

هلته د پښې د ایښودلو ځای نه و او بې حسابه مخلوق راغونډ و. نه پوهېږم، چا له مانه پوښتنه وکړه، چې ته یوازې یې که څوک درسره شته؟

ما وویل زه یوازې یم. 

همدغه وخت زه د یوازې په معنی پوه شوم او دا راته معلومه شوه، چې په ډېرو ګڼو خلکو کې هم سړی ځانته یوازې ویلی شي.

 

 

 

خاني لاړه

په موټر کې سپاره وو، یو خانزاده غوندې سړی هم په موټر کې ناست و، د تېر وخت زړې قصې یې کولې. 

هغه وویل: پخوا موټرونه نه وو، مونږ به په اسونو سواره وو، نوکرانو به مو په مخکې منډې وهلې. هغه وخت خان او غریب معلوم و. خانزاده او د اب سړی به پېژندل کېده. عام او خاص یو رنګه نه وو. اوس هر سړی په موټر کې سپریږي او نوکر د بادار له څنګه ناست وي. 

چې موټرونه راغله او غریبان په کې سپاره شو، خاني لاړه او باداري بې رونقه شوه. د خان قصه ډېره اوږده وه، خو د مطلب ټکی یې دا و، چې خاني لاړه، ځکه چې خوران او غریبان په موټرو کې سپاره شول.

د مزار لوحه 

کور په کور او کلي په کلي به ګرځېدمه او د خدای په نامه به مې څه غوښتل، چا به یو موټی ناپاکه غله راکړه او چا به سوې ډوډۍ راکوله. 

ډېرو کورونو به جواب راکاوه او ځينو به په دروازو کې هم نه پرېښودم. 

څو ورځې د یوه او بل له درګاه نه وږی او بېنوا راغلم. 

هیچا هیڅ رانه کړه، له ټولو خلکو نه مې زړه بد شو، دنیا ته مې په کرکه وکتل، خدای ته مې رجوع وکړه او په دغې کوټنۍ( قبر) کې پرېوتم. 

هغه چې زه به یې په دروازه کې چا نه پرېښودم، اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي له ما نه څه غواړي. 

زما په نامه زما کوټنۍ ته هرڅه راوړي او د خدای په نامه خوارانو او غریبانو ته سوې مړۍ هم نه ورکوي. 

 

زوړ فکر 

سترګې یې مه خلاصوئ، کوم ښکلی مخ به وویني، لېونی به شي. 

میخانه به وګوري، مست به شي، ځان به وویني خودبین به شي د بل عیب به وویني، بد بین به شي. 

پرېږدئ، چې سترګې یې پټې وي او څه نه ویني. 

کوښښ وکړئ، چې په ښو او بدو پوه شئ او څه زده کړئ. که د سواد او علم خاوند شو، که دی په سمه لاره روان شو. که ده د ښو او بدو تمیز وکړ، بیا به یې سترګې پرانیزو. 

د سترګو پردې به یې غوڅې کړو. د سترګو غړولو اجازه به ورکړو. 

پخوا له وخته دده سترګې مه خلاصوئ. 
 
 دی باید هرڅه په پټو سترګو قبول کړي او سپینږیری نه شي. 

دی باید هرڅه د زړه په سترګو وویني او د سر سترګې یې تړلي وي. 

 

ناداري او ناداني

په کور کې یې غله نه وه، جامې یې هم زړې او شکېدلې وې. 

پور چا نه ورکاوه، مزدوري نه پيدا کېده، حیران و چې څه وکړي او ډوډۍ ځانته څنګه پیدا کړي. وروسته له ډېرو اندېښنو له کوره ووت او شپه ډېره تياره وه. 

پخوا تر دې یې کله غلا نه وه کړې، ځکه زړه نا زړه په یوه کاله ننووت او پس له ډېر تردد نه یې غلا ته زړه ښه کړ. 

په دغه شپه دده بخت بیدار و، ځکه چې د کاله خاوند ویده و. 

ده په بیړه یو څه مال راټول کړ او په وېره وېره یې کورته راوړ.

وایي چې د غله په غره کې ځای نه شته، نو په کاله به یې څه حال وي. 

له ده سره دا سودا ډېره زیاته وه، چې که سبا ته یې خلک کور ولټوي او د غلا مال ترېنه راووځي، څو کاله به په جېل کې پروت وي او له دې نه به هم بدبخته وي. 

ده بله چاره ونه لیده، د کوټې په یوه کونج کې یې د زمکې په کیندلو شروع وکړه، چې د غلا مال خوندي کړي. مګر یو ساعت وروسته له خاورو لاندې یو داسې ګنج راښکاره شو، چې د سرو او سپینو زرو دولت په کې پروت و. 

کله چې دا پټه خزانه راښکاره شوه، غل وپوهېد، چې په ټول کلي کې دده غوندې بل بډای نه و او دده غوندې د ذلت شپې هم بل چا نه دي تېرې کړي. 

هو! ده د خزانې دپاسه په لوږه شپې تېرولې، دده په کاله کې هر څه وو، مګر دی نا خبره و او خپل شته ورته نه وو معلوم. 

دی نه پوهېده، چې زه لوی بډای یم او زما په کور کې هر څه شته. 

دده ناداري په حقیق کې ناداني وه؛ نور څه نه وو. 

ددغسې سړي په حال افسوس په کار دی او که د یوه ملت دغه حال وي، له دې نه لویه بدبختي او د افسوس خبره بله نه شته. 

د ناپوهانو فطري او معنوي استعداد همدغسې له خاورو لاندې پټه پاتې کیږي، لکه چې د ناپوهه ولس معدنونه پټه پاتې وي او څه کار ترېنه، نه اخیستل کیږي.

سیند

د وچو ډاګونو د دښتو او میرو له څنګه لوی سیند بهیږي، مګر دغې وچې بیدیا ته اوبه نه ورکوي. په دغسې وچکالۍ کې، چې په اوبو باندې سرونه ماتیږي، سیند لکه شوم بخیل په شتاب درومي او زمونږ تندی نه ګوري. 

کله چې سیند په چپو راشي، کورونه او اباد پټي هم له ځان سره یوسي. 

همدغه سیند له مونږ هغه خوا بل راز روان دی او له نورو سره یې رویه بل راز ده. هلته دغسې ورانی نه کوي. دومره بخل نه لري. دغه راز بې رحمي په کې نه شته. هلته د سیند په غاړه زرشویان د سیند له شګوفو زر راباسي. 

ماهیګران په کې په خروارو کبان نیسي او ښکاریان یې په لوی او ستر ډنډ کې هیلۍ ولي. هلته له سیند نه ډېرې لویې ویالې بېلې شوي دي، ډېر لوی لوی ډاګونه له اوبو لاندې شو، کلي او ښارونه اباد شو. شاړې زمکې په ثمر راغلې، د غلو او مېوو په کې کمی نه شته. هلته د سیند په مخکې لوی لوی بندونه جوړ شو. د برېښنا ماشینونه ودرېده. فابریکې او کارخانې په کار ولوېدې، خلک اباد او ماړه شو. 

دا سیند ولې دلته دغسې او هلته هغسې دی؟ 

مونږ ته په قهر دی او په هغوی پېرزوینه لري. دلته ډېر تند او په څپو روان دی، هلته غلی او ارام بهیږي. 

دلته سیند کوږ وږ ځي او خپله مجرا بدلوي، هلته په خپله ټاکلې لاره روان دی  او بې لارې نه ځي. په رښتیا چې سیند دلته ډېر ورانی کوي او هلته د یوه نظام او قانون تابع دی، چې وراني ته یې نه پرېږدي. 

زمونږ ګناه د سیند په غاړه ده. سیند له مونږ نه ډېر څه وړي دي او ډېر یې رانه وژلي دي. دا سیند خوني سیند دی او له مونږ سره یې زړه دښمني ده. څو ځله یې زمونږ کورونه وران کړي او اباد پټي یې رانه په وارو وارو وړي دي. 

زمونږ ټوله ګناه د سیند په غاړه ده. سیند زورور دی او په مونږ باندې هر وخت ظلم او تېری کوي. 

آه! مونږ څومره ناپوه یو، چې دغه راز فکر کوو او په خپله ګناه نه پوهیږو. مونږ خپله ګناه د سیند په غاړه اچوو، د سیند په غاړه خو مونږ پراته یو، په رښتیا چې دا زمونږ ګناه ده، د سیند نه ده. 

سیند له چا سره دښمني نه لري. سیند هر تږي ته اوبه ورکوي او د هر چا خیرنې جامې پاکوي. سیند پوخ کار غواړي او پاخه بندونه ورته په کار دي. 

که زمونږ کار پوخ وای او زمونږ بندونه پاخه وای، زمونږ ویالې نه وچېدې او زمونږ پټي اوبو نه وړل. 

مونږ د سیند په بندوبست پوه نه شو او له سیند نه مو کار وانخیست. 

دا سیند د ژوند او حیات سیند دی، په ده کې د ورانۍ او ودانۍ دواړه قوتونه موجود دي. 

سیند د هر چا ظرف او استعداد ته ګوري، هغومره اوبه ورکوي. 

د منګي خاوند او د منګوټي خاوند ته سیند برابره برخه نه ورکوي او نه وړو لښتیو ته د لویو ویالو په اندازه څه ورکولی شي. 

سیند د هر چا کار ته ګوري او هغسې ورسره کوي، یعنې خام بندونه ورانوي او پاخه بند ته ځان تسلیموي. 

هغه څوک چې د ژوندانه سیند په خپل سر پرېږدي او یوه معینه مجرا ورته نه شي ټاکلی، له ژوند نه استفاده نه شي کولی. 

 

عقیده

په سترګو یې څه نه لیدل، مګر د خدای کتاب یې تر څنګه و او مسجد ته راغی. 

ده هغه اسماني کتاب په تاخچه کې کېښود او په لمانځه ودرېد. کله چې له عبادت نه فارغ شو او له مسجد نه روانېده، هغه کتاب پاتې شو او یو بل کتاب لاس ته ورغی. دی ړوند و، کتاب یې نه لیده او په کتاب نه پوهېده. مګر ډېر ټينګ یې په غیږ کې نیولی و. ده ته دا نه وه معلومه چې په کتاب کې څه دي او د چا کتاب دی، له ده سره ټينګه عقیده وه، مګر پوهه او بینایي ورسره نه وه. 

ده د خدای دپاره دغه کتاب ښکلاوه او لکه تعویذ یې له ځان سره ګرځاوه.

عمل 

هغه خپله امسا ټکوله او بازار ته راغی. په سترګو یې څه نه لیدل، مګر په نامه یې هرڅه پېژندل، له ده نه خپلو ماشومانو وڅکې غوښتې وې. 

دی په همدغه شي پسې راغلی و. 

د دنیا بازار ته ډېر ړانده راځي او څه اخلي. دوکانداران د هغوی په سترګو کې خاورې اچوي او پردي مالونه ورکوي. 

ده ته هم دوکاندار له خاورو ډکې وڅکې ورکړې، چې هر څه ورسره ګډ وو.

دی روان شو او په لاره کې یې ځولۍ له لاسه خوشې شوه. 

ده د زمکې په مخ لاس وګرځاوه او هر څه یې راټول کړه. 

دی نه پوهېده، چې خپل کاله ته څه وړي؟ او دده وڅکې څنګه دي؟ 

ده غوندې ډېر ړانده دلته راځي او هغه څه وړي، چې د وړلو نه دي. 

هو! د ړندو عمل همدغسې دی، مګر ړانده له دېنه زیات څه کولی شي؟ 

ړوند که په سمه لاره لاړ نه شي، باید معذور یې وګڼو!

 

د رمې خاونده!

د تورې کیږدۍ او لویې رمې خاونده!

په دې سره او ټکنده غرمه کې، په دې وچه بیدیا او سپېره صحرا کې، چې یخې اوبه، یخ سیوری، توده ډوډۍ، شودې او مستې، کوچ او پيروی، کورت او غوړي، پوڅې او پنېرونه هرڅه تا سره دي، په خوارانو او بېوزلو رحم وکړه!

هر څوک چې ستا کیږدۍ ته په هیله او اسره راځي، هغه له خپلو سپیو نه ساته او قدر یې کوه!

په دې وچ ډاګ کې بل سیوری نه شته، یوازې ستا سیوري ته هیله او اسره کیږي. 

که ته خپل سپي ونه نیسې، له دېنه لویه بې رحمي بله نه شته. 

ای د خروړو سپيو خاونده!

ستا د سپیو تاوان تاته رسیږي او ددوی په ضرر ته مسوول یې. 

سپی او نفس دواړه یو شانته دي. 

ته خپل سپي ونیسه او په مونږ رحم وکړه. 

ته په خپلو سپیو دا ګومان مه کوه، چې دوی به هر وخت ستا غلیمانو ته وغاپي. 

دوی ډېر ځله د اسمان ستورو او سپوږمۍ ته هم غاپي. 

ستا په ملګرو او دوستانو هم بلوڅي او غوټې وهي. 

آه، هېڅوک زما نارې نه اوري!

د خپلو سپيو حملې هم نه ویني.

زما غږ تر کيږدۍ نه رسیږي. 

دوی ولې څه نه اوري؟ 

ولې څه نه ویني؟ 

ولې په چا رحم نه کوي؟ پردي خو به نه وي؟ 

کیږدۍ خو د پښتنو معلومیږي.

 

بې ګناه بندي

پرېږدئ، دا بې ګناه بندي پرېږدئ.

مه وېرېږئ، دده په ازادولو کې هیڅ خوف او خطر نه شته. 

فساد او شرارت له ده څخه نه پیدا کیږي. 

دده بندي کول لویه ګناه ده. 

دی هغه یوسف دی، چې د بې ګناهۍ په سبب په زندان کې لوېدلی دی. 

که دی له زندانه راووځي، ستاسې اینده سنجولی شي او ستاسې د بلې ورځې غم خوړلی شي. 

پرېږدئ، دا بې ګناه بندي پرېږدئ. 

که دی خلاص شو، ستاسو انتظام به په ډېر ښه شان سره وکړي. 

ستاسې وږي به ماړه کړي، ستاسې بربنډ به پټ کاندې. 

تاسې دغه ښکلی موجود په تورو څاګانو کې مه غورځوئ. 

په زندانونو کې یې مه اچوئ!

پرېږدئ، دا بې ګناه بندي پرېږدئ!

دی به ستاسو د ګډوډو او پرېشانه خوبونو صحیح تعبیرونه وکړي. 

ډېرې سختې، مبهمې او مجملې غوټې به پرانیزي.

دی د راتلونکي حال پېشبیني کولی شي. 

د طبیعت په رمزونو او اسرارو پوهیږي. 

د جوي، فلکي اوضاعو اقتضات ورته معلوم دي. 

پرېږدئ، دا بې ګناه بندي پرېږدئ!

دده په ازادولو باندې علم او پوهه زیاتیږي. 

وطن رڼا کیږي او ړانده بینا کیږي. 

دی له خپلو جفاکارو وروڼو سره هم ښه سلوک کوي. 

دی ډېر پېچومي اوارولی شي. 

دی ډېرې کږې سمولی او ډېر مشکلات حل کولی شي. 

ما خوب لیدلی، چې دا بندي خلاصیږي او د سلطنت په کرسۍ کېني. 

ښه فکر وکړئ، دا بندي څوک دی؟ 

پس له ډېره فکره وایم: 

فکر دی، فکر!

 

حسابي خبرې

استاد ویل، تاسې باید هر وخت له ځان سره حساب وکړئ او حسابي خلک اوسئ!

دده یو حسابي درس دا و: که یو عدد له بل سره داسې یو ځای کړو، چې یو پاس او بل لاندې وي، لکه ۲ نو څلور ترې جوړیږي، او د دواړو وجود هم په خپل حال نه پاتې کیږي. که دواړه څنګه په څنګ یوځای کړو، لکه ۲۲ ورنه جوړیږي. او دوه- شلې کیږي، د دواړو عددونو شکلونه او صورتونه هم په خپل حال پاتې کیږي، ځکه چې دلته د ملګرتیا او ورورولۍ راز پټ دی او په هغه بل کې  تفوق او تسلط او محوه کول معلومیږي.

ده وویل، که دوه مساوي عدودونه لکه(۱-۱)(۳-۳) هر یو له بل نه وړاندې یا وروسته کړو، نتیجه یې یوه ده، مګر په دوه متفاوتو عددونو کې تقدم او تاخیر ډېر زیات فرق لري او په مقدار کې ډېر تفاوت راځي. لکه مونږ ( یو) او نهه ( یو)ځای کوو او داسې یې لیکو(۱۹) نولس کیږي. مګر شل کیږي نه. که همدغه دوه عددونه داسې ولیکو(۹۱) خبره سلو ته نږدې کیږي او ډېر زیاتوالی په کې راځي.

 

دوه جنازې

په یوه ورځ، په یوه ساعت کې له یوې شفاخانې نه دوه جنازې راووتلې؛ هغه یو د کمخونۍ په وجه او دا بل د فشار خون په سبب مړه شوي وو. هغه جنازه څلورو تنو په اوږو راخیستي وه؛ ددې بل په جنازې پسې بې حسابه لوی او واړه موټر روان وو. 

هغه یوه وینه نه درلوده، ځکه مړ شو. ددغه بل وینه زیاته شوې او تېزه شوې وه، ځکه یې ژوند ونه شو کړای. 

دوی دواړه مړه شول، مګر مرګونه یې یوا راز نه وو او مرضونه بېل وو. یو د نورو وینې هم څکلې وې او دېته محتاج و، چې ډاکټران یې له وجوده وینه وباسي، بل ته چا خپله وینه نه وه پرېښې او بې وینې و. 

یو د افراط او بل د تفریط له لاسه مړ شو. هغه چې فقیر و او په فقرالام مړ شو، د هغه له مرګه باختر اژانس هیڅ خبر نه شو، ددې بل د مرګ اطلاع اخبارونو په ډېر تاسف راخیستې وه او د جرایدو مخونه یې په ماتم تور شو. 

دوی دواړه یو بادار او بل مزدور و. څه موده پخوا ښاغلی بادار رنځور شو، ډاکټر د مزدور وینه د رنځور په وجود کې انجکشن کړه، د مزدور قوي وجود کمزوری شو او بادار په لږ وخت کې د هر زار خوراکونو په زور او د عیاشۍ په وجه په فشار خون مبتلا شو.

چېرته چې دغه شان باداري او مزدوري وي، دغه شان کارونه کیږي او د یوه په ځای دوه مري. 

یو کمزوری کول او بل قوي کول، د دواړو په مړینه تمامیږي او د ظالم او مظلوم عاقبت همدغه شان وي. 

مونږ دا راز مرګونه طبیعي ګڼو، مګر په حقیقت کې قتل او مقاتله ده، چې د وینو پور ورته ویلی شو. 

په دغسې مرګونو کې هم قاتل او هم مقتول شته، مګر زمونږ پولیسان او حاکمان پرې نه خبریږي او داسې معنوي قتلونه له نورو نه دوی ډېر کوي. 

دلته دا عبادت دی که چا څوک په ټوپک وویشت یاې په چړو وواهه، پوښتنه یې کیږي، مګر که چا د چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږې مړ شو، دغسې قاتل ته سزا نه ورکوي.

 

ملي یووالی

هغه خلک چې په یوه وطن کې اوسیږي، ګټه او زیان یې یو وي، د یوه واکمن امر ته یې غاړه ایښي وي، له یوه بیرغ لاندې راټولیږي او مشترک تاریخ لري، یو ملت بلل کیږي. 

افغانستان یو وطن دی، ددې وطن اوسېدونکي یو ملت دی، ددې ملت نوم افغان دی، لکه چې په افغانستان کې ساړه او تاوده، وچ او لامده، هسک او ټيټ ځایونه شته، چې په ځينو کې یو راز مېوې او غلې کیږي، په ځينو کې بل راز، په ملت کې هم راز راز خلک شته، چې کړه وړه یې یو له بله فرقونه لري. موږ ته په کار دي، چې په دې خبره ښه ځان پوه کړو چې وطن هغه تنګ او کوچنی کور نه دی، چې د یوه پلار او یوې مور اولادونه به په کې استوګنه لري او نه هغه کلی دی، چې ټول اوسېدونکی به یې یو خېل یا یو قوم وي.

په اوسنۍ زمانه کې ځينې داسې کورونه هم شته چې، یو مسلمان پښتون له یوې روسۍ یا امریکايۍ مېرمنې سره په کې اوسي او دواړه د یوه اولاد مور او پلار وي. 

هر کله چې په یوه کاله کې دا حال وي، نو په یو لوی وطن کې به ولې هندو او مسلمان، شیعه او سني، پښتون او تاجک د یوه ملت په حیث نه اوسیږي!؟ 

زه ډېر داسې دوه وروڼه پېژنم، چې یو یې پښتو وايي بل پاړسي.

 

زه دې پېژنم

که ته سل ځله ځان راته په بل څېر وښيې او خپله جامه بدله کړې، زه دې پېژنم او په خپل زړه کې ستا حقیقت ته په ځير ځير ګورم. ستا خوښه چې ځان هرڅنګه ښکاره کوې او په خپل ظاهري وضعیت کې هر څه تغییر کوې؛ مګر په دې پوه شه چې نه به د چا په ادراک او بصیرت پرده وغوړوې او نه به خپل حقیقت بدل کړې. 

لکه چې یو میین خپله لیلا په لوی ټولګي کې پېژني، یا لکه یو حقیقت لیدونکی، چې ریاکار زاهد تر سپین څادر لاندې ویني، چې دا څوک دی او څه کوي؟ همدغه شان ته هم نه پټېږې او زه دې پېژنم. 

ته په خپله چالاکۍ ځان بل راز ښکاره کوې او زه هم ستا په مخکې څه نه وایم، مګر په زړه کې پوهېږم چې ته څوک یې؟

ته په دې پوه شه چې ښه لباس، ښه وینا، ښه شهرت، عزت او اعتبار همدارنګه یو هسک او جګ مقام ته ختل هیڅکله د سړي معنوي معیار نه شي لوړولی، که څه هم د ځينو په نظر کې به لوړ ښکاري. ته په دې پوه شه چې که خلک ستا له ظاهري حاله متاثر کیږي او تا بې موجبه ستايي، دا ستاینه تاته هیڅ فایده نه شي رسولی او نه ستا په حقیقت کې څه تغیر او تحول پېښوي.

هو!

که یې سل ځله څوک لعل لعل بولي

په ستایلو به لعل نه شي کوتي لال

لکه چې یو غمجن سړی په خپله مصنوعي خوشالۍ ځان نه شي خوشالولی، همدغه شان ټول ظواهر د حقیقت په تبدیل کې بې دخله او بې تاثیره دي. 

یو ټيټ سړی که د غره سر او جګ ځای ته وخېژي، هغه ته هرڅه ټيټ ښکاري، مګر دی هم ټيټ وي او په حقیقت کې هیڅ نه وي لوړ شوی. 

نو دا راز لوړوالی بې له دې نه چې د سړي په نظر کې نور ټيټ ښکاره کړي او غرور پیدا کړي، بله فایده نه لري. 

هو! دا راز لوړوالی سړی له نورو خلکو ځنې لرې کوي او لویوي یې نه!

 

سوداګره!

هر څه چې خرڅوې، هغه خرڅ کړه، مګر خپل دین او ایمان مه خرڅوه!

هرڅه چې خورې، هغه وخوره، مګر سود مه خوره او پېنځه ګوتې په خوله مه منډه. هرڅه چې اخلې هغه واخله، مګر د خوارو غریب ازار مه اخله. 

له هرځایه چې څه راوړې، رایې وړه، مګر ګوره چې بې انصافي او بې رحمي درسره رانه وړې. 

په اسونو او موټرو سورېږه، خو د چا په اوږو مه سپرېږده!

له ښاره وځه، خو له نرخ او چتې مه وځه!

لوی لوی کورونه د ځان لپاره جوړ کړه، خو د خپل بام واورې د بل په بام مه غورځوه!

پټي ډېر پیدا کړه، مګر خپل پېټی مه درنوه او ځانته اغزي مه کره. 

د ځان غم دې وخوړ، اوس د نورو غم هم وخوره!

لویې بنګلې دې پيدا کړې، لوړ همت هم پیدا کړه. 

خلک وايي په ډېرو لېوني خوښ دي، ته هم په لږه ګټه قانع شه او لېونی کېږه مه!

بډایانو وپېژندلې، مګر خوار او غریب دې نه پېژني. 

راشه دوی ته ځان وښيه، ددوی په غم کې شرکت وکړه. 

په دې شرکت کې که هرڅومره سهمونه ولرې، هغه هیڅکله نه ضایع کیږي او ګټه یې یو په لسه، بلکې بې حسابه ده، مګر دا سود ناروا(نه) دی، بې انصافي نه ده، انصاف دی.