"د افغانستان نومهالي ادبیات"

د قیام الدین خادم نثرونه

Image Description

لیکوال:: قیام الدین خادم

 

طلسمي ښار

چېرته د یوه لوړ غره په څوکه جګ او محکم کوټ او حصار دی، په دې حصار کې دننه یو ښار دی، چې له عجایبو او غرایبو ډک دی. دلته د دنیا قیمت بها ټوکي، نعمتونه، لعلونه، مرغلرې، جواهر، دانې او دولتونه موجود دي. 

د حصار دننه او بېرون دروازې ټولې پولادي دي او کلکې جندرې ورته پرتې دي. په دې سرمهره (موهره) ښار د هیچا لاس نه بر کیږي. 

نه پوهېږم، کوم یو د خدای دوست بنده، په دې خبره څنګه پوه شوی و، چې دا حصارونه او دا جندرې ټولې طلسمي دي. دا طلسمونه په دې ماتېدای شي، چې ددغه مملکت خلک ټول په خپلو پښو د کلا خواته راشي، ودرېږي او په یوه اواز ووايي« بېرته شه د خدای په فضل». 

د وطن خلک ټول وږي، تږي، بربنډ، یو د بل په اوږو سپاره او ناارامه وو. پلي د سپرو او سپاره د پلیو له لاسه. چې دا خبره یې واورېده، هر یو پټ – پټ، غلی – غلی، پلي او سپور راته او غږ به یې کاوه، « بېرته شه د خدای په فضل». 

مګر د خدای دا فضل یوازې د یوه کس یا څو کسو په نصیب نه و او خلکو دا زړه نه کاوه چې د ذاتي اغراضو څخه تېر شوي وای، په ګډه، پلي راغلي وای او په ګډه یې دا کامیابي حاصله کړې وای، په دې غږ چې « بېرته شه د خدای په فضل».

ورځې او شپې تېرېدې، دوی ټول په خوارۍ، ذلت او حقارت مبتلا وو. نه په مملکت کې روغه کوټه وه، نه روغ صورت، نه مړه ګېډه، نه روغه تڼۍ او روغ زړه. مملکت د لعلونو او جواهرو څخه ډک و، فقط همدومره وه چې دوی ټولو نه غوښتل، چې ټول اسوده شي؛ په شرافت ژوند وکړي؛ په خپلو پښو ودریږي او په یوه اواز ووايي چې « بېرته شه د خدای په فضل». 

دا مملکت اوس هم شته، اوس هم په کې هماغه حال دی، د خدای هغه بنده اوس هم هماغه نارې وهي، مګر خلک نه غواړي، چې یو د بل له اوږو کوز شي، اسوده شي او د خدای د فضل مستحق شي. ځکه نو تش په یوه خوله نه وایي چې: « بېرته شه د خدای په فضل». 

۱۳۲۸/۳/۲۲

کږه، خوږیاڼي

 

ای د خیبر غرونو

بس کړئ، دا د بېلتانه وظیفه پرېږدئ!

پرېږدئ، چې د یوې مور او یوه پلار زامن سره په دیدار ماړه شي؛ په یوه کور کې په یوه انګړ کې دننه، تاسو د کوه قاف مثال څله جوړ کړی دی!؟

راټيټ شئ او په خپله سینه لار ورکړئ، هغه میندو ته چې زامن یې تاسو یو تر بله پناه کړي دي... او هغه خویندو ته چې وروڼه یې د هغو په بې ابۍ په خپل سر اورونه بلوي!

بس کړئ، د ميینانو او عاشقانو په منځ کې رقیبانه سیاست تر کومه!؟

مه کوئ، سر ښکته کړئ، هغه قوم ته چې په دنیا کې ستاسو شهرت د هغه د ننګ او ازادۍ مرهون دی. لیرې شئ... پرېږدئ دا لاره، چې شل میلیونه زړونه ورنه هغه خوا او دېخوا د پارې(؟) د دریاب غوندې د ارمان او ارزو په اثر په جنبش کې دي. 

ای د خیبر غرونو!

ای د افغان د شهامت او عظمت ډبرینو یادګارونو!

ای د لویې پښتونخوا د مخ پوزې! 

نور ددوه سترګو د اشنایۍ او شناخت مانع کېږئ مه!

وشرمېږئ او د سپین غره او کونډ په شان په خپل سر اغیارو او بې ننګانو ته ځای ورنه کړئ. 

هو! و شرمېږئ او ووریږئ، چې هغه توپان راتلونکی دی، چې په غرونو رغونو، لوړو ژورو، یو شان تېریږي او نه پرېږدي، هیڅ یوه لوړه چې څو یې ټيټه نه کاندې!

ای د پښتونخوا د زړه لعلونو او د جواهرو خزانې! بس کړئ، د پښتونخوا د تحقیر او تذلیل سبب نه شئ.!

هو، بس!!!

کږه، خوږیاڼي

د جوزا ۱۵ مه ۱۳۲۸

 

مینه ګناه ده؟ 

ای خدایه! 

مینه ګناه ده!؟

او چې ګناه ده، نو ژوند څه شی دی؟ 

ژوند د مرګ نوم دی. 

له دې ځایه تر لامکانه تاته د درتګ د لارې هر پل بې له محبت طی کېدی شي؟

ای حق او اعلی حقیقته، ته د مینې ظاهروونکی او د مینې مظهر نه یې!؟ ښه نو مینه ګناه ده!؟

دا د مڼې په ونه کې سرې مڼې اوېزانې، دا د ځنګلونو د ونو ګڼه اجتماع، دا د لویو غرو د بې انتها تیږو تراکم، داد پورته غیر متناهي ستورو خاموشانه انجمن، دا ددې نوراني عالمونو پرامنه جنبش، دا د ټولو سیندونو سر ايښودل د سمندر په غیږ کې، دا د ابحارو لېوالتیا او بیتابي، دا د مرغیو لوی لوی سیلونه، دا ټول د مینې او محبت مظاهر نه دي؟

د کایناتو هره ذره د بلې سره د وصلت لېواله نه ده؟ 

نو ای خاونده، مینه ګنا ده؟ 

که زما زړه د سترګو په لاره کومې خواته ځي، که د ښکلیو ناز او کرشمه د مقناطیس غوندې ما راکاږي؛ 

که د عالم په نظام کې زه یو خلی یم چې د مینې باد مې هرې خواته وړي. 

که زه عشق ته پیدا یم او عشق ماته؛ 

او بې د مینې له شرابو نور هرڅه زهر وي؛ 

نو مینه ګناه ده؟ 

ای خیر محضه! که مینه شر وي نو له تا نه څنګه صادریږي؟ 

او هغه چې مینه شر بولي، څرنګ ستا په دنیا کې اوسي؟ 

بېشکه چې دوی دلته د اوسېدو حق نه لري! 

نو ای څښتنه مینه څنګه ګناه ده؟ 

هو، هغه چې مینه نه وي غضب وي!

جلال اباد ۱۳۲۳

 

استقلال او لجاجت

مهم کارونه د مزاج استقلال ته اړ دي، مګر د استقلال او لجاجت په مینځ کې فرق دی؛ کوم وخت چې ستا له ټينګار نه رد عمل پیدا شي، نو پوه شه چې ته په لجاجت اخته یې!

دام

زه درته دا نه وایم چې نیکي مه کوه، بلکې دا درته وایم چې د هغو کسانو په دام کې ونه نښلې، چې تل د نېکۍ په خوا ترغیب کوي!

اتفاق 

ټولې قومي او ملي کامیابۍ د اتفاق مرهونې دي، مګر اتفاق د پسرلي باران نه دی، چې په خپله وریږي، بلکې د هر ملت د اتفاق تهداوونه د هغه ملت خواخوږي حکیمان او فلاسفه ږدي.

-----

اتفاق(۲)

کوم ملت چې اتفاق نه لري، ګویا هغو سړي نه لري. 

حقیقت

هر چې شکایت لري، چې دنیا په تیاره کې ده او حقیقت ورک دی، نو دوی دې د حقیقت په مفهوم نور هم غور وکړي. 

قلم

کېدی شي، چې نور کارونه په زور وچلیږي، مګر قلم نازکه شی دی، په ده چې زور راشي، ماتیږي.

قلم او توره

توره په خپل ځای کې دېکتاتوره ده او قلم په خپل ځای کې؛ وړاندې والی هغه وخت کیږي، چې دا دواړه احترامانه اتفاق وکړي. 

ګودر پېژندل

په سعیه او کوښښ خو سړی وړاندې ځي، ولې بې ګودره ګډېدل سړی په سیند لاهو کوي. 

 

 

نوی اکتشاف

داسی یو شی ماته معلوم دی، چې د هغه په واسطه هر خام پخیږي، هر ناکاره ورباندې کره کیږي، هر بېکاره شی ورباندې د کار او د کار ورباندې مثل الاعلی ته رسیږي. 

د اېینې غوندې بلک او د برق په شان نور او د قوس او قزح غوندې رنګیني لري، دا سنګ پارس نه دی، خو چې په تیږه یې ووهې سره زر کوي یې. 

عجیب خواص لري، د هرچا خوښ دی او چې څوک یې لري، هغه هم د خلکو خوښیږي. ولې هر چاته چې مخامخ شي، ډار ترې کوي او ترې وېریږي، هیڅوک ورته ځان نه شي نیولی.

رادیوم هم نه دی، مګر په ندرت کمیابۍ، قیمتي او نورو مزایاوو کې د هغه په څېر دی. د ډېرو لږو خلکو پرې لاس بریږي، خو په دې سبب چې د اور بڅري ترې الوزي، چې څوک یې واخلي سوزوي یې. 

چې ښه او اصلي یې په لاس راشي، نو هرچاته یې سراسر فایده ده. بې له هغه چا چې لري یې. هغه څوک یې اخیستی شي، چې له ځانه پرې نور ګران وي او په هغو ملکونو کې دی چې هلته ټولنه په فرد رجحان لري. 

نوم یې درته وښیم: انتقاد!

 

د ژوندانه درې خوا

علم اکتشاف، شعر احساس او سیاست کول دي!

عالم فکر کوي، شاعر خبرې کوي او سیاس عملا کار کوي. 

عالم ګوري، شاعر خاندي او ژاړي او سیاستدان لوبې کوي.

علم د مغزو، شعر د زړه او سیاست د ګېډې او غړیو پورې تعلق لري. 

عالم قوانین، شاعران ملل او سیاستدان ډلې جوړوي. 

عالم تخم پیدا کوي، شاعر یې کري او خړوبوي او سیاستدان یې رېبي او حاصل یې اخلي. 

زنده ګي یوه سرسبزه او ښېرازه ونه ده، علم یې بېخ، شعریې تنه او سیاست یې مېوه ده. 

 

 

نور هم صبر وکړم؟ 

زه منتظر وم او تاته!

ساعتونه او شپې تېرېدلې او تاته مې کاته؛ 

زما په زړه کې ډېرې خبرې وې، ارزوګانې وې او دردونه وو. 

تا خو ماته څه نه وو ویلي، مګر ما ډېر ساعتونه وایستل؛ زه منتظر وم او تاته!

زما او ستا په مینه کې هماغه پیمان موجود و، چې شونډو یې د اظهار منت په ځان نه و منلی. ...

هغه یو ګل و، چې لا نه و غوړېدلی، 

هغه یو سحر و چې لا یې نه و خندلي... 

یو ارمان و او سربسته!

زه ددغه ارمان دپاره منتظر وم او تاته!

لاروي راتلل او تېرېدل؛

هغوی به په ځير ځير ماته کاته او تمسخر به یې کاوه!

ما به له شرمه چاته نه شو کتلی؛

ډېر خلک راغلل او تېر شول؛ 

دقیقې او فرصتونه لکه د لاس مرغۍ چې والوزي لاړل!

زما ارزو غم شوه، او د زړه په سر غوټه...

ښه، لا نورهم صبر وکړم!؟

ښه،،، مګر...

.. تر کله!؟....

جلال اباد ۱۳۲۶

 

د اوښکو ارزاني 

که غله او ارتزاقیات قیمته شي، خو د فصل په راوتو رفع کيږي. که کالي او لباس قیمته شي، نو بیا هم څه نا څه ګوازره کیږي. خلک وايي:« بربنډ له لارې اوړي، وږی نه اوړي»، که فیشني شیان قیمته شي، نو قیمته دې شي کنه! 

تجمل بېل شی دی او زنده ګي بېل شی دی. 

که اسعار قیمته شي، نو د دولت په تصمیم یې علاج ممکن دی، چې غیر ضروري، دویمه دریمه درجه شیونه له استعماله غورځوي. 

که دا ټول شیونه په یوه سویه ارزانه شي نو د یوه مملکت دپاره د رفاه او اسایش وسایل لاس ته راځي. اما اجتماعي سعادت او خوشبختي دغه وخت هم نه حاصلیږي. 

د ژوند سعادت او خوښي د مادیاتو په زیاتوالي او ډېروالي دومره اړه نه لري، لکه د ضمیر په ازادۍ او د روح په خوشالۍ پورې. 

په ژوند کې خطرناک او مدهش حال دادی چې اوښکې ارزانه شي، وېره دهشت او درد موجود وي او دوا نه وي. 

په طب کې د هر درد، خوږ، پرهار او ټپ علاج شته، مګر نه د زړه د درد او زخم. د زړه د درد علاج پخپله د زړه درد دی او بس. 

د اوښکو د ارزانۍ علاج د پول او پیسو د ارزانۍ غوندې نه دی، چې د اقتصاد کوم ماهر یې علاج وکړای شي او نه د زراعت متخصصان په دې کار پوهیږي. 

بې دردي په یوه قوم او جامعه کې داسې یو مرض دی، چې په علاج یې فقط پېغمبران پوه شوي دي. 

ای خدایه، مونږ نه هغه زړونه واخله چې د مظلوم او بېوزلي له سترګو څخه په عبث توېیدونکو مرغلرو نه خوږیږي. او هغه لاس او پښې او ژبه مه راکوه چې بې لاسو او بې پښو ته صدمه ورسوي او خلک ژړوي. 

کابل ۱۳۳۵

 ناکامي 

د ژوندانه د ناکامیو څخه مه مایوسه کېږه!

هغه ژوند کامیاب ژوند نه دی، چې تل کامراني لري. هغه خوشالي سړی نه خوشالوي چې د درد او خوږ په بیه نه وي اخیستل شوې. 

د ورځې رڼايي د شپې له تیارې څخه ده. 

د لیدو خوند د بېلتانه په غم کې او د ژوندانه فتحه د ژوند په ماتې کې ده. 

هغه چې له خدایه ابدي راحت غواړي، هغه د یو داسې جنت ارزو لري، چې هلته د لیدو دپاره سترګو پرانېستو او د خوړلو لپاره خولې بېرته کولو ته او د اورېدو دپاره غوږ ایښودو ته اړه نه وي. 

تر څو چې ژوند، ژوند دی، نو په دې کې برکت له حرکت څخه دی، ځکه کامل سکون کټ مټ مرګ دی. 

هغه چې وايي په دې دنیا کې بدي ولې شته، کمی ولې او بندیزونه ولې؟ نو دی په حقیقت کې د نېکۍ د پرېمانۍ او ازادۍ قدر نه پېژني؛ او ددې مرغلرو پوره قیمت ادا کول نه غواړي. 

هر څومره چې یوه خوشالي شانداره وي، هغومره هغه لارې هم سختې وي، چې د هغې د حصول دپاره لنډيږي. 

د ژوند ناکامي په حقیقت کې هغه کسان غواړي، چې د کامیابۍ وړ وي. 

 

سیلاب 

آه، دا څومره تیاره ده؛ څومره توره ورېځ ده، په دې ټکنده غرمه کې دومره تیاره!؟ ته به وایې چې د تروږمۍ ماښام دی. 

د نمرخاته او نمر پرېواته له خوا تورې تورې غونډۍ غونډۍ ورېځې او څومره په سرعت حرکت کوي، رڼا هیڅ نه شته. 

اوهو، غرهار، ډزهار، سړی به وايي چې ګوندې کوم لوی ښار بمبارد کیږي او برېښناګانې داسې ښکاري، لکه د اور متروکې، یا لکه اتشي ښېښې چې په کوم ځای ورول کیږي. 

سخت حال دی، بده ورځ ده، اوضاع ډېره خرابه ده، ددې ورېځې د شان سره باران، ږلۍ تندر او سیلاب لازم برېښي. 

آه، د سیلاب مخه او دغه کلی! .. دا څوک دي؟ او ولې داسې بېخبره دي. 

دلته هیڅوک خوځېدونکي نه ښکاري. اوازونه نه اورېده کیږي، دا ولې؟ د خدای دپاره، دوی ویده دي او که مړه!!!

دغه دی سیلاب راځي، دغه یې مخه ده، ټول به یوسي، آه په دوی کې به ماشومان وي، ښځې به وي، ښکلي ښکلي نازنینان به وي، د ارماندونو او ارزوګانو ډک زړونه به وي، ټول به یوسي. آه برباد به شي. 

هلئ ويښ یې کړئ. ورغږ کړئ، چې څه چاره وکړي، دومره غفلت، دا غرمه او دا دروند خوب، آه دا ټول ویده دي، ټول ویده دي!!

فرض کړو چې څومره غریږي، هغومره نه وریږي، توره وېرول کوي او سپینه ورول کوي. څومره چې وايي هغومره نه خېژي، مګر بیا هم په لوړو غرونو خو باران کیږي، واورې وریږي، ددې نتیجه سیلاب وي. هر کله چې وي، دا سیلاب به راشي او ټول به یوسي. 

دا چې د سیلاب مخه چا نیولې ده، سیندونه چا بند کړي، بل ځای هم نه شته او نه د تېښتې لار- چې څه وي هغه به وي- بې همتي ده.

سیلاب خو د کلکو ګټانو او تړو سره لګیږي، مګر ډډه ترې کوي. 

د انسان عزم، همت او اراده د زمانې د سیلاب مخه لا هم ګرځوي، پاتې لا د باران سیلاب؛ او اسمان تل د همتناکو د ارادې په موافق حرکت کوي.

 

خوندور خوب

مازیګر نمر په غړغړه دی او د انګړ په منځ کې د ګلانو د کیاریو په غاړه!

وړوکی ماشوم په لوبو بوخت دی، په لمن کې خاورې اخلي له یوه ځایه یې بل ته وړي او هلته یې غونډوي. 

مور د کاله په کار اخته ده، په ډېره بیړه لګیا ده. کالي، کونډۍ سمبالوي، ځکه چې ماښام دی او وخت ناوخته دی. 

د کار په مینځ کې چې یې پام شي، نو غږ کړي چې، زړګیه څه کوې، راځه ناوخته دی، هله ځار دې شم!

ماشوم په خپله نیمکۍ او خوږه ژبه وايي: 
 « ډوډو پکه کم» 

مور: څه کوې؟ 

ماشوم: ډوډو پکه کم، یعنې ډوډۍ پخوم. 

مور د کاله په کارو بوخته ده او ماشوم په خپلو لوبو. وړې وړې مرغۍ چې په کیاریو کې یې ټوپونه وهل، خوشاله خوشاله او جلتې جلتې ګرځېدې، یوه یوه والوته او ټولې خپلو بچیو او ځالو ته لاړې. 

وخت تېریږي، نمر ولوېد، له ښکې تیاره راپورته او د زمکې په مخ راخوره شوه، د اسمان په شنه او لا محدوده فضا کې ځای په ځای ستوري راښکاره شول. 

مور چې د کار د بیړې نه خلاصه شوه، له ځان سره یې وویل، آه ماښام دی، تیره غونې شوه، چې بچی مې هلته لوبې کوي. آه زما هېر شوی دی. ورغله څه ګوري، ماشوم د خاورو نه وړې وړې او پلنې پلنې ډوپکنۍ جوړې کړې دي. 

خړ پړ پروت دی، چې ستړی شوی دی، په خاورو کې یې سر ايښی دی او د خوب د قاصدانو لاس ته یې ځان سپارلی دی. 

د ماښام خړه تیاره کې مور د خپل ماشوم سرته ولاړه ده، زړه یې د یوه عالم ترحم او رقت نه ډک دی او چرت وړې ده. 

هو، د ژوندانه مثال همدا دی. 

مونږ په خپل ژوند کې همدغسې په خاورو لوبې کوو په دغه لوبو اخته یو او څو چې د مرګ دروند خوب په مونږ خپل چپاو راوړي او بل عالم ته مو بوځي. مګر آه څومره خوږې دي دا لوبې او څومره خوندور دی دا خوب، چې په خپله خوښه او ازادۍ سره وي. 

 

په خلکو میین

زه دا نه وایم چې ماته روپۍ، ښکلې او غټې چوکۍ راکړئ. 

دا شیونه د هر چا نه وي په کار. او زما هم ورسره شوق نه شته. 

زه وایم، راځئ چې دا فکر وکړو، چې مونږ ولې خفه یو. 

خلک ولې یو له بله ژاړي، او ایا مونږ دا نه شو کولی چې ژړېدونکې سترګې د رحم او عاطفې په دستمال پاکې کړو. ایا دا نه شو کولی چې خفه خلک وخندوو!؟

که دا ټول ممکن وي، نو مونږ د مال، دولت، چوکۍ او دبدبې د زیاتې اندازې دپاره هغه کوشش ولې وکړو چې عمومي خپګان یو تر بل زړه بداوی پیدا او زمونږ د ضمیر ازادي سلب کاندې؟ 

ما سره دغسې ارزوګانې دي. 

زه غواړم چې په دغسې شان تاسو سره وغږېږم. 

زه له تاسو نور څه نه غواړم، تاسو فقط زما خبرې واورئ. 

زه غواړم چې ستاسو په جرګو کې تاسو سره کېنم- پاڅم؛ ځکه زما تاسو سره کار دی. 

هغه څه چې په یوازېتوب کې ماته راښکاره شوي دي، هغه ستاسو په مخکې کېږدم. 

زما دا یقین دی، چې ماته دا یقین بېځایه نه دی پیدا شوی. 

راځئ، زما خبرې واورئ، که ستاسو په کې فایده وه، وې منئ، که نه نو په عقل او منطق یې رد کړئ. 

دا دنیا له عشقه ده او په عشق ودانه ده. 

هر څوک یو عشق لري. 

زما عشق له تاسو سره دی، 

دا خبره نا اشنا مه ګڼئ. 

باور وکړئ چې زه د ژړېدونکو سترګو سره ژاړم. کوم وخت چې زه د خوشالۍ مظهر ووینم، خوشالېږم او چې د عظمت مظاهر وګورم، کله راباندې رقت او کله ترهه غلبه کوي. زه پوهېږم، چې په دې شین اسمان، هواره زمکه، ګټو ستورو، لویو غرونو، روانو سیندونو، پراخه ډاګونو، شنو فصلونو، حیواناتو او نباتاتو کې څومره د عبرت او جلال او جمال مناظر موجود دي. 

دا موجودات ټول ګویا دي، ټول خبرې کوي، تاسو ورباندې پوهېږئ که نه؟ 

راځئ چې زه تاسو ته د ژوندانه او زنده ګۍ له اسرارو څخه بحث وکړم، د عشق او مینې لوبه دروښيم. 

وګورئ، پورته فضا څومره رنګینه، وسیعه او حیرانوونکې ده، راځئ، چې هلته لاړ شو- راځئ چې د غره په سر وخېژو او لاندې ښارونه وګورو.

دا چې مونږ په کې اخته یو وړې وړې او نا څيزه خبرې دي.

 د پنځلسمې سپوږمۍ نوی سر وهلی دی، هر څه د نسترن په ګلانو کې پټ دي، فضا خاموشه ده. 

راځئ چې ستورو ته وګورو او خبرې ورسره وکړو. 

وګورئ دا دنیا څومره ښکلې او ښایسته ده، ددې نیا نه مخکې او وروسته به لا څه وو او وي به. 

ګورئ لږ ځان وزګار کړئ او زما خبرې واورئ!

تاسو ولې د ژوند حقیقت هېر کړی دی. ما درپرېږدئ چې درسره وغږېږم، که تاسو نه شۍ راتلی، زه به درشم. 

هو، زما خبرې واورئ او فکر ورباندې وکړئ. زما د ټولو فکرونو حاصل تاسې یاست. 

زه تاسو غواړم، ځکه چې تاسو زما قوم یاست او زه په تاسو میین یم. کټ مټ لکه مور چې په اولاد میینه وي. 

مهرباني وکړئ، تاسو زما خبرې واورئ او له ما هغه څه مه غواړئ، چې زه یې له تاسونه، نه غواړم. 

کابل، جوزا 

۱۳۳۴

د ازادۍ جنت 

هلته چې زړه نه وېریږي او سر نه ټيټوي! 

هلته چې علم ازاد دی!

هلته چې دنیا د کورګیو په تنګو دېوالونو نه ده ماته  او ټوکړې ټوکړې نه ده شوې! 

هلته چې الفاظ د رښتینولۍ د عشق څخه راوځي! 

هلته چې سعي په استقلال سره خپل وزرونه د تکمیل دپاره خپروي! 

هلته چې د عقل صافه چینه د بېکاره دودونو په وچ شګلن بیابان کې خپله لاره نه وره کوي!

هلته چې نفس په تل پراخېدونکي تخییل او عمل پسې ځي! 

ای څښتنه د ازادۍ په هغه جنت کې زما ملک بیدار کړه!

 

د ژوندانه درې لارې

د ژوندانه درې لارې دي چې ټولې هغه یوې خواته ځي چې د ټولو سرچینه بلل کیږي. 

د ژوندانه درې لارې دي: علم، عمل، عشق.

د علم لار په هوا کې ده، د عمل په زمکه او د عشق په اوبو کې. 

عالم الوزي، عامل درومي او عاشق( میین) لامبو وهي. 

عالم ته چوپه او یوازې فضا په مخکې ده، عامل ته سختې زمکې، لوړې ژورې او ګړنګونه، عاشق ته د تېزو سیندونو او توپاني دریابونو څه پورېوتل. 

علم د پېژندو ارمان دی، عمل د څه کولو خواهش او عشق د یو ځای کېدو او وصل کېدو ارزو ده. 

د علم نه د بل چا، د عمل نه د خپل ځان او د عشق نه د ځان او د هر چا څرک لګي. 

علم د جهان قېصه ده، عمل د ځان او عشق د حق علم اقرار دی. عمل اظهار دی او عشق احساس. 

علم، عمل او عشق جلا جلا دي، یو له بله سره واسطه نه لري. 

رښتینې علم هغه دی، چې د جدو جهد لاره وښيي او زمونږ په زړه کې د هر سړي او هرې خبرې سره مینه پیدا کړي. ښه عمل هغه دی چې په مونږ کې د غور او فکر عادت واچوي او مونږ ته د بل چا دپاره د څه کولو ترغیب راکړي. 

او حقیقي عشق هغه دی، چې مونږ ته د رښتینې علم راز وښيي او د ښو کارو لار راته صافه کړي. 

له علم، عمل او عشق څخه کومه لار ډېره ښه ده؟ 

هر کله چې ټولې لارې ددغه یوه مرکز په خوا ځي، نو مونږ کومې یوې ته سمه او بلې ته کږه ویلی شو که نه؟ په دنیا کې څوک علم لټوي، څوک د عمل سره شوق لري او څوک په عشق اخته دي. یعنې د چا الوتل خوښ دي، د چا د ګلانو سیل او د چا لامبو وهل او غوټې خوړل. نو اوس مونږ ښودلی شو، چې په دوی کې تر ټولو ښه کار کوم یو دی؟ 

تر ټولو ښه هغه دی، چې تر ټولو ښه وکړی شي. 

چا په علم زړه ورکړی دی، دی د عالم او دده د اسرارو څخه خبرېدل غواړي. دی پوښتنه کوي، چې دا دنیا څه ده؟ نمر او سپوږمۍ له کومه شویدي؟ ورېځ څه شی دی؟ هوا څه ده؟ دی اکثر پوښتنې کوي، مګر کله کله پوه شي، چې جواب یې وموند، دی شیونه(شیان) ګوري او لټوي یې، په خبرو غور او فکر کوي، لیکن ځينې شیونه داسې دي، چې همداسې تاوراتاو او نغښتي راغلي دي، د هغو څخه لمن رانغاړي او دننه دننه خاندي. 

چا عمل ته بډې وهلي دي، ده ته دنیا او د دنیا کارونه خوند ورکوي، دی د شیونو په سپړلو او د خبرو په برڅېرولو خپل وخت نه ضایع کوي، بلکې په کولو پسې ځغلي. دی« څنګه څنګه» نه لري، دی «وو» او« شي به» هغه وخت مني چې ده ته یې «دی» او« وشو» کړې او ور وې ښيې. دی په کور، بېدیا، کوزو پاس کې نښتی دی، اخته دی، بوخت دی. دی په خوځېدو کې قلاري او په حرکت کې برکت او په کار کې ارام مومي. ښارونه یې ودان کړل، سړکونه یې جوړ کړل، باغونه یې تیار کړل، کارخانې یې وچلولې، عمارتونه یې ودرول، محکمې یې قایمې کړې او په زرګونو ضرورتونه یې پيدا کړل. چې د کار لکونه لکونه سلسلې ترې پخپله جاري شوې. 

مطلب دا چې زمونږ له دنیا نه،  ده یو د کار ځای او د لوبو میدان جوړ کړی. 

څوک د عشق غلام دی، دی په بل کې محوه کیږي، خپل ځان هېروي. دی د پېژندلو او کولو پروا نه لري، دی یو جز دی، چې د نورو سره د یو ځای کېدلو او ګل کېدلو ارمان لري. دی په ارمانونو او پلټون کې دی. د ځان نه، نه دی خبر، بلکې پرته د ځان نه د هر سړي او هر شي ښېګڼه دده مد نظر وي او دا ددې دپاره چې ده په دې کلیت کې راحت او په دې بې قرارۍ ارام او په دې وره کولو کې د هر څه موندلو خوند حاصلیږي. د ژوند بلق چې کوم وخت دده د زړه څخه تېریږي، نو د بډۍ ټال په شان رنګونه په کې څرګندیږي او دنیا دده او د هر چا د پاره یوه اسماني دنیا جوړیږي. 

د ژواندانه په دې لارو تلل د یوې اندازې پورې اسان دي، ځکه چې فطري دي، لیکن ددې لارو طی کول خورا مشکل دي، که څه هم د موندلو ارزو اکثره ضعیف انسان غولوي، دی ګومان کوي، چې بس ودې موند او بیا د خود غرضۍ عکاس ورته په مخکې دریږي او داسې داسې تصویرونه ورته ښکاره کوي، چې په نقل باندې د اصل خیال کاوه شي. 

څومره د علم خاوندان دي، چې دا ګومان کوي چې، ته په هرڅه پوه شوې او دی به هیڅ نه وي پوه. یا دا چې دده علمي او فني کارنامې دنیا برباد کړې. څومره کارکوونکي دي چې ددوی مشاغلو د دنیا نه د دوزخ نمونه جوړه کړه، او څومره د محبت شیدایان دي، چې دوی پاکو جذباتو ته د ککړو خواهشونو جامه وراغوستې ده. 

حقه داده چې که ښه نیت د سړي ملګری وي، نو د ژوندانه په هره لار تلونکی هغه لوی سړک ته رسي، چې د هغې منزل مقصود د خدای کور دی. خدای یو دی، مګر ده ته د رسېدلو لارې دومره دي لکه څومره چې د انسانانو روحونه دي.  

 

د اصلاح لاره 

اورېدلي مو دي چې د انګلستان پاچا پنځم جارج د تخت له کېناستلو نه مخکې یو وخت امیرالبحر مقرر شو. د هغه ځای قاعده ده چې هر نوی امر کومې ادارې ته ورشي، ړومبی څو ورځې خاص ددغه ادارې دفترونه ګوري، علم راولي او وروسته په کار شروع کوي. 

پنځم جارج په دې سلسله کې کوم وخت چې د مامورینو د سوانحو دفتر ګوري، د یو سړي د سوانحو پاڼې ولوستلې، چې پخوا څومره امران تېر شوي وو، ټولو په سرو قلمونو په دغه پاڼو کې ددغه شخص بېکاري او بداخلاقي لیکلې وه. 

امیر البحر جارج دغه سړی راوغوښت او دده د سوانحو پاڼې یې ورښکاره کړې، چې دغه دی، ستا امرینو ستا په باب دا، دا یاداشتونه پرېښي، مګر زه نه غواړم، چې ستا د سوانحو پاڼې په بدعملۍ ډکې وي، زه غواړم چې ته یو کاري او اخلاقي سړی شې. دغه دی زه ستا په مخ کې ستا د سوانحو دا پخوانۍ پاڼې شکوم؛ دده د سوانحو دفتر یې وشکوه، دریاب ته یې واچاوه. جارج ورته وویل، ددې ورځې نه وروسته ستا سوانح بیا د سره لیکل کیږي، اوس ته پوره اختیار لرې، چې د خپلو سوانحو په دفتر کې د هر شي په لیکلو راضي وې، هغه به ولیکل شي. 

وايي چې ددې واقعې څخه وروسته، ددغه سړي په حیات داسې عمیق اثر ولوېد، چې تر دې وروسته هغه بیخي بل سړی شو او ښه ښه خدمتونه یې وکړل.