د صدیق الله ريښتین نثرونه

لیکوال:: صدیق الله ریښتین
د یارانې ژوند
زه نور څه ووایم؟ زه تل باید ستا د مینې سندرې ووایم..!
هو، د عشق جنون همدا تقاضا کوي. زه پوهېږم چې زما زړه خو تا سره دی، زما ګوګل تش دی، مګر دادې له مانه څنګه واخیست. ددوه سترګو په اشارت؟ په هغه مقناطیسي جذب چې د کاینانو ذره ذره د هغې په وجود ژوند کوي. ډېر ښه دې وکړل، تر تا دې ځار وي.
زړه خو د همدې دپاره دی، چې د عشق متاع پرې واخیستل شي. کاشکې چې له ما سره داسې نور هم سل زړونه وی، چې تر تامې ځار کړي وی.
سکندر دنیا فتح کوله، چنګېز د بنیادمانو ښکار کاوه، ته زړونه ښکار کوې. د مینې دام کې یې نیسې. د عشق په جنتي فضا کې یې ساتې، واه!
مبارک دې شه دا فتوحات!
ښه نو، ستا متفکر نرګس د چا په غم کې سره نه ورځي؟ ستا خوب او راحت چا یوړ؟ زه ستا د سوز بدلې اورم. زه ويښ یم او ستا بدلو ويښ کړی یم.
ستا دلربایانه او په ځير ځير کتنه، ستا د تاب نه وتلې لېوالتیا، د پارې په شان بې قراري. او ستا د مژګانو هر حرکت ما پوهوي.
ګله! ته زما د خوشالۍ دپاره کله لکه د سبايي کوکۍ وغوړېږې، کله د باردارې ونې غوندې زما په سر سیوری وکړې او کله راته خوږې مېوې راکړې. دا بارونه دې زما دپاره په سر اخیستي دي.
ما ته ووایه، ستا په ما دومره زهیرتیا، دومره خواخوږي ده او دومره راباندې ټپرېږې؟ ځار دې شم ماته ووایه.... چې ته زما مورو پلار یې او که زما خوږ دلبر؟
جانانه، زه خو ستا په مینه مست یم، شپېلۍ وهم، بدلې وایم، مستانه ګرځم او په دغه روح پایم. ولې ستا حالاتو، ستا اوضاعو، ستا د سوز ستاینو حیران کړم، چې زه په تا میین یم او که ته په ما؟
ښه څنګه؟
دواړه میین یو؟ اخ شکر!
څه خوند لري د یارانې ژوند!!
وړکتوب
آه... نه یې وینم څه شو؟
په کومه خوا لاړ، د سترګو په یو رپ کې پنا شو!
دومره زر!؟
دا خوب و، که ويښه!؟
همدا راتله یې و؟.... بیا نو نه راځي!؟
د هوا مرغه و... لاړ له ګوتو ووت....
آه، خدایه څنګه ښه ساعت و؟
د دنیا ټول ژوند نه خوږ و....
لاکن ارمان چې ډېر زر تېر شو....
آه، وړکتوبه، زما او ستا خوږه اشنايي...
د مینې شپې او ورځې، خواږه مجلسونه څه شول؟ هېر دې کړل، شاته دې وغورځول؟ څنګه کلک زړه دې دی، چې څوک دې نه یادیږي او نه دې په چا زړه سوزي!
لکه چې بیا نه راځې، هو بیا نه راځې!!
آه، وړوکتوبه، تا زه د مینې په معنی پوه کړی وم، تا ماته بې غمي ښودلې وه، مګر څه وکړم چې ته لاړې، هغه ټول لاړل، نه راته مینه پاتې ده او نه بې غمي.
په غم او لانجو اخته یم، دا ځکه چې ته نه یې. ستا په مرسته ما د دنیا ټول غمونه شاته غورځولي وو؛ د هیڅ شي سودا راسره نه وه او نه مې زړه ته د څه فکر او غم لاره وه. زه په دې غریبۍ کې باچا وم.
مګره آه، افسوس چې د لږو شېبو اشنا وې، زر له سترګو پنا او غیب شوې.
لاړې تری تم شوې، داسې تری تم شوې، چې د بیا راتلو امېد دې هم نه شته، ستا تله وو او د غمونو راتله. ته لاړې او د غمونو دروازې خلاصې شوې!
اوس زه یم او د غمونو غوبل. دا ولې؟ ځکه چې ته نه یې، آه وړکتوبه!!
ښکلی واده
د لمر زرینې وړانګې په ډېره خوښۍ د غرونو له شا، له تورو تیارو راووتلې. د سحر وږمه په خوند خوند راوالوتله، تنکو او مخ پټو غوټيو خپلې نازکې شونډې په خندا خندا وغوړولې او د خوشالۍ ګړیالونه وغږېدل. هغلته لرې د کلي په خوا کې د چینار د ګورې ونې لاندې د پېغلو جونو د تمبل نرم پوست، خوږ غږ د هوا په چپو کې په مزه مزه خپریږي؛ یوه نیمه خوږه سندره هم ورسره د زړونو او روحونو د نمانځنې، تازه ګۍ او ښېرازۍ دپاره ملګرتیا کوي.
د کلي لارې – کوڅې له وړو زګو ډکې دي. د جونو امېلونه لکه د ګلو قطارونه په چپو او غورځنګ ښکاري.
هلته لرې په یوه هوار میدان کې خیالولي ځوانان، د ځوانۍ په نشه مست زلمیان په ګلالو جامو او ښایسته کالو کې د جوش او مستۍ، خوښۍ او خوشالۍ په ټالونو زانګي.
هوا او فضا له رنګینو خوندورو نغمو سر ترسره ډکه ده.
د ښادۍ او خوشالۍ ټولګي د خوند او لذت مرکې او ټولنې هرې خواته زړونه او نظرونه یو شان ځانته راکاږي. د پښتني ساز او سندرو خوږ تال ساعت په ساعت خپل تاثیر او اغېز زیاتوي. په زړونو کې جوش، په رګونو کې شوق، په لاسونو او غړو کې غورځنګ پیدا کوي.
ددې خوندور مهال خوږې نغمې په ټولو زړونو کې د نوي ژوند رنګین ژواک خوږې ولولې اچوي، جذبې ويښوي، د ګلونو څانګو ته ټالۍ ورکوي؛ خیالونه زنګوي، فکرونه خوځوي، وږمې په چپو راولي؛ مګر ددې ټولو شیانو د اغېزاو تاثیر اصلي جلوه په دوو زړونو کې تر هر چا او هرڅه زیاته ده. په دغو زړونو کې د برېښنا په څېر د تالندې په دود د سترګو په رپ کې د زړه پردو ته یو زبردست ټکان ورکوي.
په دې ټکان کې د مینې پلوشې، د محبت وړانګې په تېزۍ د وجود هرتار، هر هډ په لړزېدو راولي او یوه خوږه هنګامه ترې پیدا کیږي.
دا ولې؟
دا ځکه چې دوه د مینې ډک زړونه سره نزدې کیږي، د ژوند په لویه لار کې تر مرګه ملګري کیږي.
دغه نغمه د ساز په پردو کې هم اوړي راوړي او وايي چې نن د زلمي واده دی، مبارک دې وي او بیا دې مبارک وي.
خندا او ژړا
زمونږ موټر د چغه سرای او جلال اباد په لار کې د څوکۍ د سیمې د یوه کلي په مخکې د سړک په غاړه ودرېد. زمونږ خیال دا و، چې ګوندې موټر تږی شوی دی او کوم ګېلن اوبو ته ضرورت لري؛ ولې لږ ساعت وروسته معلومه شوه چې قصه بله وه. قصې خو به مو ډېرې اورېدلې وي، ولې زمونږ ملک له دغسې قصو نه ډک دی. لېکن ددې قصې لطف او خوند د خندا او ژړا په عنوان کې دی؛ نو قصه واورئ:
په دې موټر کې څو تنه بندیان هم وو چې له دې کلي نه جلال اباد بیولی شول. د موټر ودرېدو سره سم د کلي له منځ څخه لوی، واړه، ښځې او نر راوزغلېدل، د ولاړ موټرپه خوا کې د ژړا چیغې پورته شوې، چې پوښتنه مو وکړه، نو چا وویل چې دا بندیان ددې کلي دي او د خون په معامله کې نیول شوي دي. نور خو څه پته ونه لګېده چې دا خون په حقه و، که په ناحقه؟
دا خبره به په ځای پرېږدو، د بندیانو د خپلو خپلوانو یوه ننداره په کار ده.
د کلي ښځې د غم په تورو جامو کې د خپلو بندیانو د لیدو دپاره راغلې وې، د چا په مخ د اوښکو بهیر روان و، چا په زوره ژړل او چا په پټو شونډو د سترګو په اشاره کې د غم او خپګان منظره ښودله. د سپین سرو بوډۍ ګانو له خولو څخه د صبر او تسلۍ ډاډ او اطمینان خبرې اورېدل کېدې او د تور وربل مېرمنو په پټه خوله خپلو بندیانو ته د اوښکو مرغلرې سوغات ورکولې. دا کلی د غریبانو جاله وه؛ د چا سره دومره څه نه وو، چې خپلو بندیانو ته یې د خرڅ دپاره یو څه پیسې ورکړی وی.
یوازې د ژړا او دوعا زېرمه وه او بس. یوې بوډۍ ښځې ورو ورو د خپل څادر د پلو غوټه راخلاصه کړه او څو پیسې یې چې له کومو وختونو به یې ساتلې وې، خپل بندي ته ورکړې، چې واخله بچیه په دې پیسو به ځانله نسوار واخلې.
دا منظره ساعت په ساعت له خوږ او درد نه ډکېدله، زما سترګې او زړه د غم په تماشه بوخت وو. د بندیانو د ګناه او جرم فکر مې بیخي له نظره ووت او ددې ویرجنې پردې په ننداره کې د تصور په بله دنیا کې ډوب لاړم.
په دې منځ کې ګورم چې یوه دنګه، لوړه ښایسته ښځه د موټر خواته راورسېدله، د موټر په ناستو کسانو کې یې په خپل بندي سترګې ولګېدې.
لومړی یې په شونډو د نرۍ خندا پرده راخوره شوه او خپل بندي ته یې چې غالبا مېړه به یې و، په خوږه موسکا کې د ډاډګېرنې او تسلۍ پیغام ورساوه؛ بیا یې د موټر په باډۍ تندی ولګاوه او په غلې او قلاره ژړا کې یې د خپل خپګان پرده نورو ښځو ته وښودله. زه چې په دې وخت کې ددغې مېرمنې د خندا او ژړا فلسفې ته متوجه شوم، نو ددې پرکیفه خندا او ژړا تعبیر او معنی مې له ځان سره داسې وکړه:
خندا د خپل ګران بندي د تسلۍ او اطمینان دپاره وه، ځکه چې پښتنې مېرمنې د خپل مېړه سره هر غم، هر کړاو او هر تکلیف په خندا- خوشالۍ او روڼ تندي تېروي. او ژړا ددې دپاره وه چې د نورو ښځو له پېغور نه ځان خلاص کړي، ولې د ښځو په دنیا کې د خپګان ښکاره کولو وسیله یوازې ژړا ده او بس.
او که له دې خاص منظرې نه سترګې واړوو، نو بیا خو د خندا او د ژړا فلسفه یو څرګند حقیقت دی او هغه دادی چې غم او خوشالي، خپګان او خوښي سره وروڼه او خویندې دي. د ژوندانه د رکاټ(رکارډ) یو مخ د غم سندره او په بل مخ یې د خوښۍ غزل دی.
د برېښنا خندا او د ورېځې ژړا د ژوندانه ددغو دواړو اړخونو یو فطري تعبیر دی، لېکن د غم په وخت کې هم خندا او هم ژړا یوه داسې معما او داسې تعبیر دی، چې یوازې پښتنه مېرمن پرې پوهیږي او بس!!
پوهاند رشتین: د ښکلا وږمه، ۴۲ مخ
مینه
د سترګو توره، هیڅ پوه نه شوم چې دا ستا مینه له کومه راغله او له کومه یې زما د غمونو ډک زړه کې ځای ونیو.
آه... ګرانه! په کوم هنر دې زما له وجوده زما زړګی وویست او تش ګوګل او تشه پنجره دې راپرېښوده؟ د زړه سره، دوه بادشاهان په یوه ښار کې نه ځاییږي. زما دې تنګ ګوګل کې ستا مینه او زما زړه کله ګوزران کولی شي. ستا د مینې بادشاه راغی او زما د زړه بادشاه یې ولېږداوه. مينه دې وکړه، مګر زړه دې رانه یووړ. زړګیه، تا راته خپله خوږه مینه امانت وسپارله او ما درته خپل زړه امانت درکړ. د امانت مال ساتل لازم دي، زه به ستا امانت تر مرګه پورې د زړه په ځای ساتم. او بیا به یې د ځان سره یوځای خاورو ته وړم، مګر ته....!
خیال کوه، چې زما امانت خیانت نه کړې، امانت خیانتول مېړانه نه ده. ګرانه، دا زما وچې کلکې شونډې، زیړ زبېښلی رنګ، اوبلنې سترګې خو ګورې، چې خبرې کوم، لاړې مې په خولې کې وچې شي. رنګ مې زیړ شي، وتښتي. تل پرېشان او بې کوره یم، دا ځکه چې په زړه کې ستا د مینې اور لرم. هغه تاو دی، هغه لمبه ده، چې زه یې داسې وچ کلک لکه د اړ غرمو وهلی بوټی غړند او مړاوی کړی یم.
د سترګو توره! ستا خوږه مینه زما په زړه کې د کاڼي نقش دی. تر مرګه پورې به لرې نه شي. څو چې دا وجود او دا کالبوت وي؛ ستا مینه به په کې خزانه پرته وي. زه دې دردمند او د زړه په رنځ اخته کړم.
نو زړګیه، بې اسرې مې مه پرېږده، خپل خیال ته ووایه، چې کله کله زما د وچو شونډو او زیړ ځپلي رنګ پوښتنه کوي او لکه د سحر د وږمې هر سبا زما د مړاوي کالبوت خبر اخلي.
دا وه زما اخري ارزو، دا وه زما اخري غوښتنه!
موسیقي
کوم شی چې زړه او روح ته دایمي خوشالي ورکولی شي او یا ورته د روح غذا او د زړه دوا ویلی شو، هغه یوازې موسیقي او ساز دی.
د یوه قوم په رګونو او پلو کې چې د ژوند ساه اچوي، وینه یې په جوش راولي، هډونه یې خوځوي، زړونه یې اوچتوي، احساسات او جذبات یې ويښوي، هغه د هغه قوم او ولس خپل ساز او ټنګ ټکور دی. یو قوم چې له فنا او مړینې څخه ساتي، له بېکارۍ او لټۍ څخه یې ژغوري، خوب او غفلت ته یې نه پرېږدي، هغه هم د هغه قوم ملي نغمې او ملي اهنګونه دي.
ملي نغمې او ملي اهنګونه په حقیقت کې د طبیعت د ښایست او ښکلا جلوه او د فطرت د اوازونو او غږونو یو خوندور تال دی.
کله چې برېښنا وخاندي، یا ورېځ وژاړي، کله چې پرخه د ګل مخ ووینځي او د نمر پلوشې یې ورله وځلوي، کله چې د شنو ځنګلونو شین وزري توتیان په زرغونو بڼونو کې د الوت وزرونه خپاره کړي، کله چې بلبلان او بوراګان له ګل سره په رازو نیاز لګیا شي، کله چې زرکې د غرو په لمنو کې د رڼو اوبو په غاړه په کټ کټ وخاندي، کله چې نجونه او زلمیان د پسرلي په ګلونو پسې بېدیا ته ووځي، کله چې د شمعې پرمخ د پتنګ د غورځنګونو دورې شروع شي، کله چې د ښکلیو په سینه د پاولو د شرنګهار هنګامه توده شي، کله چې تورې زلفې الوول په اوږو پرېوزي، کله چې د رنګ او بوی قافلې د غونچې له رباطه د لېږد او کوچ جرس وغږوي، کله چې د پسرلي په شینلو او زیړو ګلونو کې د کوچیانو رمې په څرېدو لګیا شي. کله چې د دشت هوسۍ او کبلۍ د پسرلی په ګلونو کې په ټوپونو لاس پورې کړي. کله چې د جګو غرونو بازان د زرکو او تنزرو په ښکار پسې سمه او غر په مخه واخلي، کله چې د اباسین چپې په غورځنګ راشي، کله چې د جنګ په ډګر کې د تورو او زغرو برېښنا وځلیږي، کله چې د ننګ په میدان کې د پښتو او پښتونولۍ سیندونه په مستۍ راشي، نو په دغسې وختونو کې د طبیعت ټول څيزونه د یوه لطیف جوهر په څېر یا د شاعر په وینا کې، یا د سندر بول په اواز کې او یا د یوه ماهر انځورګر په انځور کې خپل ښایست او جمال ښکاره کړي- او کله چې د ژوندانه او طبیعت دغه ټول لفظونه، خوندونه، لذتونه د شاعر په خوږو کلماتو او د سرودګر په نرم پوست غږ کې یو ځای خپل ځان وښيي؛
نو د روح غذا، د زړه دوا، د رنځ شفا ترې جوړه شي او خلک یې بیا سندرې او ساز بولي.
پسرلی شو
زلمیه! پسرلی شو، وګوره، غرونه او رغونه، ډاګونه او باغونه څنګه ښکاري.
ونو بوټو د ډول نوې جامې واغوستې. د ګلانو پاڼې خپرې او مخ پټې غوټۍ په غوړېدو دي. زمکې خپل امانت راوویست. تنکي او تازه تېغونه، بوټي او ګلان یې زرغونه کړل. د لښتیو، ویالو، سیندونو غاړې او د غرو لمنې تکې شنې شوې، شین بخملي فرش هر ځای هوار شو. د پسرلي استازې مرغۍ د ونو په څانګو کښته پورته کیږي. د بلبلو نارو د توتیانو چغار د مرغيو نغمو هر بڼ او هر باغ نیولی دی. بوټو او ګلانو له خاورو نه سرونه راوښکل، اوبه په څومره مستۍ په لښتیو، ویالو، سیندونو کې روانې دي. د پسرلي په سیل د غرونو اوبه راووتې. د ونو بوټو په خوا کې تېریږي، ګلان بویوي او ځي. ریدي بېدیا ته ووتل. غاټول د پولو په سر ودرېدل، اوبښتې، لمنځې، نښتر د غرو سرته وختل. غرض دا چې ټول کاینات د نندارې میدان ته راووتل. په هر شي کې نوی روح او نوې ساه پیدا شوه. بوټي او ژوي ټول په حرکت راغلل او له ځایه وخوځېدل، دا ځکه چې ژوندون د حرکت او خوځېدو نوم دی. نو زلمیه، ته هم پاڅه! لاس او پښې وخوځوه، کار وکړه. ډېره بده ده چې هر شی بیدار او د ژوندون په لټون وي او ته ویده پروت یې!!
زلمیه، پاڅېږه، پسرلی دی. یو ساعت کار وکړه، یو ساعت وګرځه، هوا خوري وکړه، څنګه ښکلی موسم دی، بهر ته ووځه، وګوره ګلان او بوټي ټول ستا دپاره تازه دي، تاته په خندا دي. تاته ګوري. ستا لارې ساتي. زلمیه پورته شه، ملا دې وتړه، څپلۍ په پښو کړه او لاس په کار شه. څنګه ښه پسرلی دی؟
ستا د ځوانۍ پسرلی هم همدا دی. ځوان یې، قوي او غښتلی یې، د روغ صورت خاوند یې. د ځوانۍ باغ دې ترو تازه کړه. د ځوانۍ د باغ مېوه دې وخوره، زلمیتوب بیا نه راځي. کار وکړه، زمکې ابادې کړه، باغونه جوړ کړه، ګلان وکره چې جونه دې د لاس ګلونه بیا په وربلونو کې وټومبي.
هلکه، پسرلی شو، ګوره، دا ښکلي ښکلي بوټي، شنې ونې، لوړ چینارونه، روانې اوبه، شنه لښتي، شنه چمنونه څومره ښایسته او ښکلي دي او څومره ښه ښکاري.
هلکه دا پسرلی دی، وختي پاڅېږه، څنګه خوږ باد او نرۍ وږمه لګیږي. ځه مکتب ته لاړ شه، ننداره وکړه، هلته بوټي او ګلان غوړېدلي دي. د شبنم څاڅکي وګوره، درسته شپه یې د ګلانو مخونه ښکل کړي دي. نمر راختلی دی، هغوی به هم اوس له خوبه پاڅيږي. پورته شه او مکتب ته لاړ شه.
هلکه پسرلی شو،، په دې پسرلي کې د خوشالۍ ډېر زېري پراته دي. ستا د تعلیم پسرلی هم په کوشش او زحمت تازه کیږي، نو ګوره چې دا پسرلی درنه په خزان مړاوی نه شي.
میین
دا زما ډېره زاري او ستا بې پروايي، زما ډېر سوالونه او ستا رټ رټ جوابونه. زما پستې او نرمې د عاجزۍ خبرې او ستا ستغې سپورې.
زما سر سرتورول او ستا قهر او غوسه. زما روڼ تندی او ستا له قهره ډک تریو وچولی، زما عاجزي او ستا تکبر او لویي!!
لکه د شمعې د قهر او غوسې سرې لمبې او د پتنګ د عاجزۍ چورلکونه، یا د ګل له قهره سور کېدل او د بلبل خوشامندي او کلکه مینه.
یا د مجنون پرېشاني او سرګرداني او دلیلی بې پروا قرار ارام زړه. یا د مور ازلي مینه او د زوی له کاڼي کلک ځيګر.
هغه او دا یو شان دي. هو! یو شان دي، هیڅ فرق نه لري. لکه د یوه بوټي ګلونه یا د یوه لاس ګوتې. دا مزه او دا خوند، دا کیف او دا نشه په هیڅ شي کې نه شته. دا د مینې ډک ژوند دا د سوز حیات دا خوند او لذت له هرڅه نه زیات دی. هیڅ شی ورسره نه برابریږي. په اسمان کې هم وجود نه لري.
هو ! د زمکې په سر شته..... ملګر لکه د قدر شپه، یا د انځرګل، یا د کېمیا بوټی د هر چا ګوتو له نه ورځي او نه یې هر څوک لیدلی او موندلی شي.
ستا مینه
زه لا وړوکی وم، د دنیا په سود او زیان ښه نه پوهېدم، یوازې د مورو پلار، ملګري او اشنا مینې مې په زړه کې ځای نیولی و.
په همدغه وخت کې پاک خدای ستا مینه زما د زړه په پردو کې واچوله، په ډېره مینه مې ستا د مینې مرغلره په سیپۍ کې وساتله.
د ژوند شپې او ورځې تېرېدلې، زه د ژوندانه په پاټکو قدم په قدم مخ په پورته تلم، زما د سترګو د وړاندې رنګارنګ پردې ښکته پورته کېدې، وختونه بدلېدل عمرونه اوښتل، د زمانې راز راز نقشو ته مې لیدل، خواږه، تراخه، ښه او بد دا هرڅه راباندې تېرېدل، د غم چپاوونه د خوشالۍ موسمونه پرله پسې تلل او راتلل.
مګر ستا مینه پل په پل زما د ژوند د ملګري وه، زه هیڅ وخت په هیڅ حال او هیڅ شان کې ستا مینې ځانله نه یم پرېښي، ما ډېرې رنګینې او ښایسته څېرې ولیدې، ډېر زړه وړونکي نازونه او مکېزونه مې وکتل، ډېر ګلالي او پی مخي شیان مې له نظره لاندې باندې شول، زمانې ډېر چلونه ولوبول، خو هیڅ شي ستا مینه زما له زړه نه ونه ویستلی شوه.
خلکو هر څه هرڅه وویل، قسماقسم نومونه یې راباندې کېښودل، چا لېونی، چا سادو، چا څه او څه وبللم، مګر زما په زړه کې د نورو مینو ځای نه و.
له لومړۍ ورځې څخه د زړه پرېکړه وه، چې:
خلک به هرڅه هرڅه وايي
زه زوړ اشنا په نوي یار نه بدلومه
مجنون ته به چې چا د نورو مینو سپارښتنه وکړه، نو ده به ورته خپلې مینه ناکې سترګې واړولې او په یو متین غږ به یې وویل:
دغه زړه مې د لیلی په مینه پر دی
په کې نه شته دی د نورو مینو ځای
که زه ووایم چې ما د مور په غیږ کې ستا د مینې جلوه لیدلې وه، ما د خپل هېواد په کاڼو بوټو، خاورو او شګو کې ستا د ښایست ننداره کړې وه، نو دروغجن به نه یم.
ستا د مینې اغېز دومره زیات او پوخ دی، چې تر اوسه یې کومې بلې مینې ځای ونه شو نیولی. نه پوهېږم چې په کومه لار، په کومه دریڅه د زړه کورته داسې پټه ننوتله چې هیچا ونه لیدله؟
هر چا ورته اریان وکتل، هرڅوک ورته ګوته په غاښ ودرېد، هرچا ته یوه نا اشنا لوبه وښکارېده.
خو زه وایم چې د خدای بښنه ده، فطري زېږنده ده، ( خدایه ته په زړه کې اچوې دا مینې) په داسې مینه هیڅوک د ملامتۍ ویلو وړ نه دی. په خدايي او فطري مینه هیڅوک ګرم نه شي بلل کېدی.
ګرانې مینې! د خپل ژوند ډېرې خوږې شپې مې ستا په مینه سبا کړي دي. ما د زړه په صندوق کې شامدام ستا مینه لکه خزانه ساتلې ده، زه تل ستا په مینه ځان ډېرشتمن او بډای بولم. ما په ډېرو سختو وختونو کې ستا د مینې زرزري زنځير له لاسه نه دی ورکړی. زما د زړه خونه ستا د مینې پلوشو داسې روښانه کړې ده، چې ډېر خلک یې له رڼا او برېښنا خوندونه اخلي.
ته، ما ته تر هرڅه او هرچا زیاته زیاته ښایسته یې.
ستا د ښایست ګلونه دومره ډېر دي، چې هیڅوک یې په صفت نه مړیږي، ستا د ښایسته ونې ګورسیوری ته اوس ډېر ستړې لاروي دمه کوي او یو ساعت په هوسایۍ او ارامۍ تېروي.
زه ټول عمر ستا د ښایست په رنګینو وړانګو پسې لی په لی وګرځېدم. په غرونو رغونو، سیندونو، دریابونو کې مې ستا د ښکلا او جمال ذرې ولټولې، ستا د ښکلې ونې ښایسته سترګو، تورو زلفو، سورکو شونډو تماشې ته مې ولسونه په ټنګ ټکور راوستل.
ستا د خوشبویه زلفو وږمې ټوله نړۍ داسې مسته کړه، چې اوس هم ستا په یادو سندرې وايي. ستا د لیدو هڅه کوي، په تا پسې شونټۍ رڼا کوي، په تا پسې ډېوې په لاس ګرځي.
اوس ستا د ښایست انګازې له هر ناو، هرې درې، هرې ماڼۍ هرې منارې او هر بڼ څخه پورته کیږي.
ته اوس د سپوږمۍ په پلوشو کې خلکو ته ځان ښيې، غرونه او سیندونه ستا د ښکلا بدلې وايي. د شعرو ادب خاوندان د علم او پوهې څښتن ستا له یادو، ستا له نومه د خوند او لذت غونچې جوړوي او ستا خوږ نوم هر ځای په ډېره مینه اخیستل کیږي. ورځ په ورځ دې مینان ډېریږي او ستا د مینې له مرغلرو څخه هارونه جوړوي. ته د میین په زړه، د شاعر په قلم او د ادیب په فکر کې داسې ننوتې یې، چې پس له مرګه به هم ورسره ملګرې یې. اوس تا هرڅوک پېژني او هر څوک دې په مینه غواړي.
نو زه به هم په جار ووایم: ای زما ګرانې پښتو! تل ترتله تازه او ښېرازه اوسې!