"د افغانستان نومهالي ادبیات"

پسرلی

Image Description

لیکوال:: عبدالخالق اخلاص 

عبدالخالق اخلاص 

پسرلی

لمر په حمل کې داخل شوی، د نوي کال لومړۍ میاشت ده، څوک د راحت او تفریح اسبابونه جوړوي، غواړي چې وخت په عیش او تماشو تېر کړي. څوک لا هغسې د خزان وېره د یخنۍ لړزان په زړه کې لري، د جهان له حاله خبر نه دي، چې لمر په دنیا کې د تودوالي اثر اچولی، د پلوشو په انجکشن یې د ژمي میکروبونه له عالمه څخه محوه کړي دي. د نکبت(؟) او سختۍ شپه وتلې، د راحت او د خوشالۍ ورځ راغلې ده. 

زه هم له کوټې څخه راووتم. ګورم چې سپين سبا دی. د اسمان غاړې تکې سرې دي، ته به وایې په شونډو یې پان وهلی، یا یې د نکریزو په ځای د عاشقانو په وینو لاسونه سره کړي دي. صافه هوا او تازه فضا ده. اسمان روڼ وچولی نیولی. نرم شمال لګیږي او خوشبویه وږمه یې مغزو ته رسیږي. حیران یم چې له هوا څخه مشک ورېدلي یا ګلابي عطر راتوی شوي دي....

ورو ورو د چمن خواته روانېږم، هلته چې ګورم د شنلیو زرغون فرش غوړېدلی، ګیرچاپیر ترې سپينې اوبه لکه د میین په مخ اوښې بهیږي. سنبل بنفشه د ولې په غاړه د نسیم په ږمنځ څڼې ږمنځوي. شبنم د سوګیا په پاڼو داسې دانه دانه معلومیږي، لکه په اسمان کې چې نوراني ستورې یا د محبوبې په اتلسي کمیس سپین مروارید ځلیږي. 

په باغ کې د ګل غوټۍ لکه د شودو طفل سره خوله نیولې، ورو ورمسکیږي؛ ځای په ځای د قدرت خیاطان د خزان وهلو، لغړو نهالانو دپاره شنې جامې ګنډي او د رڼو رڼو اوبو لښتي لکه سپين شوده یا د کوثر چینې ځای په ځای بهیږي. سروه او چینار په قیام ولاړ، انا(؟) او ګلبوټي په قاعده ناست، بنفشه او سنبل په سجده پراته د نعمت شکر ادا کوي. 

بلبل د ښاخ په منبر ولاړ، د ګل په نامه خطبه وايي. قمري مبهوتا نه ګېر چاپېر ګرځي «کوکو» لري، چې یعنې چېرته دی. هغه عادل باچا چې شپه او ورځ یې د عدالت په ټغر زنګون په زنګون په یوه برابر کېنولي دي. خان غریب، شتمن او نېستمن ته په یوه اندازه سر په سر معتدله هوا وررسوي. 

بورا د ګل په غوږ کې د تېر شوي خزان ظلمونه او د ژمي ساړه بادونه یو یو په رازو په نیاز سره پټ پټ بیانوي. ګل چې د ناز په ډولۍ کې د خپل حسن په غرور ځان خوښی ناست دی، د مخ په پاڼه یې دانه دانه پرخه پرته ده. دا یې له حیا خولې په مخ ځلیږي او که د تېر ساعت په یادو یې د تحسر اوښې په رخسار راغلي دي. 

توتي او عندلیب په اوچت اواز او خوږه لهجه سره د خپل محبوب «پسرلي» په استقبال کې په دې اشعارو سره مخاطبه کوي، چې: 

راتګ دې مبارک شه ټول وطن دې بختور کا 

تازه ښکلې بهاره، ګلستان دې بهرور کا 

راخپور دې د نعمت کا دسترخوان په خاصو عامو 

معمور دې په انعام د سرو ګلانو سم او غر کا 

نظر کې دې کیمیا وه چې تا وکاته دې خوا ته 

چمن توره تمبه وه له یو واره دې سره زر کا 

دا ستا د تورې برېښ دی که د لمر رڼايي راغله

تورتم تاریکي لاړه، ټول وطن دې منور کا 

دا ستا عجب عطا وه د هر چا برخه دې ورکړه 

ښه شین ريښمین خلعت دې د بوستان ونو ته ورکا 

جندرې د سعادت وې زمونږ بندې خو چې راغلې 

کلۍ د نېکبختۍ شولې رابېرته دې دا ور کا 

بدل دې غم او درد کا د ګلشن په خوشالۍ 

د ژمي روژه تیانو خوندور باندې اختر کا 

راپورته دې بیرغ کا په اخلاص وطن د پاره 

وطن دې په ارام کا، نوی شال دې ورپه سر کا 

د باغ په صفحه کې د لښتیو جدولونه راکښل شوي، د شنیلي تازه مضامین نوي فقرات، رنګین عبارات او موزون استعارات د قدرت په جلي قلم لیکل شوي دي، چې د هر سطر او له هرې جملې څخه یې د «الصنع مراة الرحمن» ترجمه کیږي، یا جما ټيغکې او بلبلان لکه د مکتب شاګردان په شېرین اواز، په خوږه لهجه او فصیح ژبه سره ددغو الفاظو تمرین او ګردان کوي، سبحان الله! 

دا ټول سیلونه او تماشې مې د عبرت په سترګو ولیدل، په نتیجه کې راته عقل دا لارښوونه وکړه، چې دا ټول کارونه: « مړه زمکه ژوندي کول، په وچو ښاخونو کې شنې پاڼې پیدا کول، په څانګو کې شګوفې او د اغزو څخه ګلونه غوړول، یخه هوا په اعتدال سره راوستل» او نور هرڅه چې لیدل او کتل شي، د خدای پاک قدرت او عظمت دی چې مونږ ته یې راښيي او هم اشارت دی، دې ته چې وروسته له هر رنګه زحمت او نکبت څخه خامخوا راحت او سعادت شته دی.  نو د سختۍ او فلاکت خزان وهلي دې هیڅکله نه مایوسه کیږي، ښايي چې الله پاک به یې یو ځل د امید او د کمال غوټۍ د فضل په نسیم وسپړي او د زړونو باغچې به یې د «ان مع العسر یسرا» په مضمون ګل او ګلزار شي. فاعتبرو یا اولی الابصار!